کورتفسیرالذاريات (٥١)

تفسیر الذاريات — Adh-Dhaariyat (51)

مکي · ٦٠ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

وَٱلذَّٰرِيَـٰتِ ذَرْوًۭا ﴿١﴾

الله پر هغو بادونو لوړه کوي چې خاورې بادوي

فَٱلْحَـٰمِلَـٰتِ وِقْرًۭا ﴿٢﴾

او پر هغو ورېځو چې زياتې اوبه لرونکې دي

فَٱلْجَـٰرِيَـٰتِ يُسْرًۭا ﴿٣﴾

او پر هغه کښتيو چې په درياب کې په آسانۍ او نرمۍ سره چليږي

فَٱلْمُقَسِّمَـٰتِ أَمْرًا ﴿٤﴾

او پر هغو پرېښتو چې هغه څه سره وېشي چې الله يې دبندګانو له چارو ورته دوېش امر کړی دی. إ نما توعدون لصادق

إِنَّمَا تُوعَدُونَ لَصَادِقٌۭ ﴿٥﴾

کوم څه چې پالونکی مو دحساب او بدلې ژمنه درسره کوي هغه هرومرو حق دي هيڅ شک پکې نشته

وَإِنَّ ٱلدِّينَ لَوَٰقِعٌۭ ﴿٦﴾

او پرته له شکه دبندګانو حساب دقيامت په ورځ هرومرو کېدونکی دی

وَٱلسَّمَآءِ ذَاتِ ٱلْحُبُكِ ﴿٧﴾

او الله پر ښکلي اولا رو والا آسمان لوړه کوي. إنكم لفى قول م ختلف

إِنَّكُمْ لَفِى قَوْلٍۢ مُّخْتَلِفٍۢ ﴿٨﴾

ای دمکې خلکو! بېشکه تاسو له يوبل سره په ټکر او مخالفه وينا کې ياست، کله وايئ: قرآن کوډې دی، او کله وايئ شعر دی، او کله وايئ: محمد کوډګر دی او کله وايئ: شاعر دی. يؤفك عنهمن أفك

يُؤْفَكُ عَنْهُ مَنْ أُفِكَ ﴿٩﴾

پرقرآن او نبي صلی الله عليه وسلم دايمان راوړلو څخه هغه څوک ګرځول کيږي څوک چې دالله په علم کې ترې ګرځول شوی وي، ځکه هغه پوهيږي چې دا تن ايمان نه راوړي، نو دلارښوونې توفيق نه ورکوي. مخ ۱ له ۷ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

قُتِلَ ٱلْخَرَّٰصُونَ ﴿١٠﴾

الله پر دغو درواغجنو لعنت ويلی چې په قرآن او خپل نبي کې يې هغه څه وويل چې ويې ويل

ٱلَّذِينَ هُمْ فِى غَمْرَةٍۢ سَاهُونَ ﴿١١﴾

هغه کسان چې په ناپوهۍ کې دآخرت له کوره بې پروا دي، دهغه هيڅ پروا نه کوي

يَسْـَٔلُونَ أَيَّانَ يَوْمُ ٱلدِّينِ ﴿١٢﴾

هغوی پوښتنې کوي: دبدلې ورځ کله ده؟ حال دا چې هغو لره عمل نه کوي

يَوْمَ هُمْ عَلَى ٱلنَّارِ يُفْتَنُونَ ﴿١٣﴾

نو الله به هغوی ته يې دپوښتنې ځواب ورکوي: په هغه ورځ چې هغوی پر اور په عذابيږي

ذُوقُوا۟ فِتْنَتَكُمْ هَـٰذَا ٱلَّذِى كُنتُم بِهِۦ تَسْتَعْجِلُونَ ﴿١٤﴾

هغوی ته به وويل شي: عذاب مو وڅکئ، دا هغه څه دي چې تاسو به دملنډو په ډول په بيړه غوښتنه يې کوله، کله به چې پرې ډارول کېدئ

إِنَّ ٱلْمُتَّقِينَ فِى جَنَّـٰتٍۢ وَعُيُونٍ ﴿١٥﴾

پرته له شکه هغه کسان چې دخپل پالونکي دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېريږي هغوی به دقيامت په ورځ په بڼونو او روانو چينو کې وي

ءَاخِذِينَ مَآ ءَاتَىٰهُمْ رَبُّهُمْ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ قَبْلَ ذَٰلِكَ مُحْسِنِينَ ﴿١٦﴾

دهغه څه را اخېستونکي به وي چې پالونکي يې دپتمنې بدلې په توګه ورکړي دي، بېشکه هغوی له دغې پتمنې بدلې مخکې په دنيا کې نېکي کوونکي وو

كَانُوا۟ قَلِيلًۭا مِّنَ ٱلَّيْلِ مَا يَهْجَعُونَ ﴿١٧﴾

هغوی دشپې لمونځ کولو، ډېر لږ وخت به ويده کېدل

وَبِٱلْأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ ﴿١٨﴾

او دسهارونو په وخت کې به يې له الله څخه دخپلو ګناهونو بښنه غوښتله. ق

وَفِىٓ أَمْوَٰلِهِمْ حَقٌّۭ لِّلسَّآئِلِ وَٱلْمَحْرُومِ ﴿١٩﴾

او په مالونو کې يې له خلکو څخه دغوښتونکي لپاره برخه ده او دهغه چا لپاره هم چې غوښتنه يې نه کوي، هغه څوک چې دکوم لا مل له امله له روزۍ بې برخې وي. مخ ۲ له ۷ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَفِى ٱلْأَرْضِ ءَايَـٰتٌۭ لِّلْمُوقِنِينَ ﴿٢٠﴾

او په ځمکه او له غرونو، دريابونو، ويالو، ونو، شينکیو او څارويو يې چې څه پکې اېښې دي، دالله پر ځواک دباور کوونکو لپاره نښانې دي، بېشکه الله پيداکوونکی جوړوونکی دی

وَفِىٓ أَنفُسِكُمْ ۚ أَفَلَا تُبْصِرُونَ ﴿٢١﴾

او ای خلکو! ستاسې په خپلو ځانونو کې هم دالله پر ځواک نښانې دي، نو آيا تاسو نه وينئ ترڅو پند واخلئ؟!

وَفِى ٱلسَّمَآءِ رِزْقُكُمْ وَمَا تُوعَدُونَ ﴿٢٢﴾

او په آسمان کې ستاسې دنيوي او ديني روزي ده، او هغه خير اوشر دي پکې چې ژمنه يې درسرهقکيږي

فَوَرَبِّ ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ إِنَّهُۥ لَحَقٌّۭ مِّثْلَ مَآ أَنَّكُمْ تَنطِقُونَ ﴿٢٣﴾

نو دآسمان او ځمکې پر پالونکي قسم چې بېرته را ژوندي کېدل حق دي هيڅ شک پکې نشته، لکه څنګه چې ستاسو په وينا کې شک نشته کله چې خبرې کوئ

هَلْ أَتَىٰكَ حَدِيثُ ضَيْفِ إِبْرَٰهِيمَ ٱلْمُكْرَمِينَ ﴿٢٤﴾

ای رسوله! آیا له پرېښتو څخه دابراهيم - عليه السلام - دهغو مېلمنو خبر درته راغلی چې هغه یې درناوی وکړ

إِذْ دَخَلُوا۟ عَلَيْهِ فَقَالُوا۟ سَلَـٰمًۭا ۖ قَالَ سَلَـٰمٌۭ قَوْمٌۭ مُّنكَرُونَ ﴿٢٥﴾

کله چې پر هغه ور ننوتل هغوی ورته وویل: سلام دې وي، ابراهيم هغوی ته په ځواب ورکولو وويل: سلام دې وي او په زړه کې يې وويل: دغه داسې خلک دي چې موږ يې نه پېژنو

فَرَاغَ إِلَىٰٓ أَهْلِهِۦ فَجَآءَ بِعِجْلٍۢ سَمِينٍۢ ﴿٢٦﴾

نو بيا يې کور ته په پټه ولاړ، دهغوی له لوري يې يو بشپړ چاغ خوسی راوړ، په دې ګومان چې هغوی انسانان دي. فقر به إليهم قال ألا تأ كلون

فَقَرَّبَهُۥٓ إِلَيْهِمْ قَالَ أَلَا تَأْكُلُونَ ﴿٢٧﴾

نو خوسی يې هغوی ته ور نېږدې کړ، او په نرمۍ يې ورته وويل: ايا تاسو هغه ډوډۍ نه خورئ چې درته وړاندې کړل شوه

فَأَوْجَسَ مِنْهُمْ خِيفَةًۭ ۖ قَالُوا۟ لَا تَخَفْ ۖ وَبَشَّرُوهُ بِغُلَـٰمٍ عَلِيمٍۢ ﴿٢٨﴾

کله چې هغوی خوراک ونه کړ هغه په زړه کې پټ ترې ووېرېدی، چې هغوی پرې پوه شول، نو هغه ته يې دډاډ ورکولو په توګه وويل: مه وېرېږه، بېشکه موږ دالله له لوري رالېږل شوي يو، او پر هغه څه يې خبر کړ چې خوشحالولو يې هغه دا چې يو پوه بچی به يې پيداشي، او دچا زيری چې ورکړل شو هغه اسحاق عليه السلام و

فَأَقْبَلَتِ ٱمْرَأَتُهُۥ فِى صَرَّةٍۢ فَصَكَّتْ وَجْهَهَا وَقَالَتْ عَجُوزٌ عَقِيمٌۭ ﴿٢٩﴾

نو کله يې چې ښځې زېری وارېدلو مخ يې راواړولو له خوشحالۍ چېغې وهلې، مخ يې په څپېړ ووهلو، او په حيرانۍ يې وويل: ايا زړه به زوی زيږوي او هغه په اصل کې شنډه هم ده! مخ ۳ له ۷ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

قَالُوا۟ كَذَٰلِكِ قَالَ رَبُّكِ ۖ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلْحَكِيمُ ٱلْعَلِيمُ ﴿٣٠﴾

پرېښتو ورته وويل: پر کوم څه مو چې خبره کړې، هغه ستا پالونکي ويلي دي، او هغه چې څه وايي هغه لره څوک ردوونکی نشته، بېشکه هغه په خپل پيدايښت او تقديرکې حکمت والا دی او پر مخلوق او هغه څه ښه پوه دی چې دهغوی په ګټه دي

۞ قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ أَيُّهَا ٱلْمُرْسَلُونَ ﴿٣١﴾

وويل ابراهيم عليه السلام پرېښتو ته: ستاسو حال څه دی؟ او څه غواړئ؟

قَالُوٓا۟ إِنَّآ أُرْسِلْنَآ إِلَىٰ قَوْمٍۢ مُّجْرِمِينَ ﴿٣٢﴾

پرېښتو هغه ته په ځواب کې وويل: پرته له شکه موږ الله يو داسې مجرم قوم ته لېږلې يو چې بدګناهونه کوي. لنرسل عليهم ح جارة من طين

لِنُرْسِلَ عَلَيْهِمْ حِجَارَةًۭ مِّن طِينٍۢ ﴿٣٣﴾

ترڅو هغوی په کرت کاڼو وولو. م سو مة عند ربك للمسرفين

مُّسَوَّمَةً عِندَ رَبِّكَ لِلْمُسْرِفِينَ ﴿٣٤﴾

ای ابراهيمه! داسې کاڼي چې ستا دپالونکي له لوري نښاني شوي چې په کفر او ګناهونو کې دالله له پولو پر زيات اوښتونکو ور اورول کيږي

فَأَخْرَجْنَا مَن كَانَ فِيهَا مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿٣٥﴾

نو دلوط په کلي کې چې له مؤمنانو څوک وو هغه مو ترې واېستل ترڅو هغوی ته هغه عذاب ونه رسيږي چې ګناهکارانو ته رسيږي

فَمَا وَجَدْنَا فِيهَا غَيْرَ بَيْتٍۢ مِّنَ ٱلْمُسْلِمِينَ ﴿٣٦﴾

نو په دغه کلي کې مو دمسلمانانو له يو کور پرته چې هغه هم دلوط عليه السلام کورنۍ وه نور څوک ونه موندل

وَتَرَكْنَا فِيهَآ ءَايَةًۭ لِّلَّذِينَ يَخَافُونَ ٱلْعَذَابَ ٱلْأَلِيمَ ﴿٣٧﴾

او دلوط په کلي کې مو دعذاب له اغېزو يو داسې څه پرېښودل چې پر هغوی دعذاب په راتلو دلالت کوي، ترڅو هغه څوک چې ددردوونکي عذاب له رسېدو څخه وېريږي پند ترې واخلي، چې دهغوی غوندې کار ونه کړي او له هغه عذابه خوندي شي

وَفِى مُوسَىٰٓ إِذْ أَرْسَلْنَـٰهُ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ بِسُلْطَـٰنٍۢ مُّبِينٍۢ ﴿٣٨﴾

او په موسی کې دهغه چا لپاره نښانه ده چې له دردوونکي عذابه وېريږي کله مو چې فرعون ته له څرګندو دلايلو سره ولېږلو. فتولى برك نه وقال سحرأو مجنون

فَتَوَلَّىٰ بِرُكْنِهِۦ وَقَالَ سَـٰحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌۭ ﴿٣٩﴾

خو فرعون دتيري کوونکي په توګه په خپل ځواک او لښکر له حقه مخ واړولو، او دموسی عليه السلام په اړه يې وويل: هغه کوډګر دی جې په خلکو کوډې کوي او يا لېونی دی هغه څه وايي چې نه پرې پوهيږي. مخ ۴ له ۷ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

فَأَخَذْنَـٰهُ وَجُنُودَهُۥ فَنَبَذْنَـٰهُمْ فِى ٱلْيَمِّ وَهُوَ مُلِيمٌۭ ﴿٤٠﴾

نو په خپله هغه او ټول لښکر مو يې را ونيول او په درياب کې مو واچول، نو ډوب او تباه شول، او فرعون له هغه درواغ ګڼلو او دالهيت له دعوې سره راتلونکی وچې پرې ملامتې دی

وَفِى عَادٍ إِذْ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمُ ٱلرِّيحَ ٱلْعَقِيمَ ﴿٤١﴾

او دهود په قوم عاديانو کې هم دهغه چا لپاره نښانه ده چې له دردوونکي عذابه وېريږي کله مو چې پر هغوی داسې باد راولېږلو چې هيڅ باران پکې نه واو نه يې د مېوې نيولو په موخه ونې سره يوځای کولې او نه برکت پکې و

مَا تَذَرُ مِن شَىْءٍ أَتَتْ عَلَيْهِ إِلَّا جَعَلَتْهُ كَٱلرَّمِيمِ ﴿٤٢﴾

پر هر چا، مال او نور څه به چې راغی هغه به يې همداسې نه پرېښودل مګر تباه کول به يې او داسې به يې پرېښودل لکه زاړه ميده شوي. وفى ثمود إذ قيل لهم تمتعواحت حين

وَفِى ثَمُودَ إِذْ قِيلَ لَهُمْ تَمَتَّعُوا۟ حَتَّىٰ حِينٍۢ ﴿٤٣﴾

او دصالح عليه السلام په قوم ثموديانو کې هم دهغه چا لپاره نښانه ده چې له دردوونکي عذابه وېريږي کله چې هغوی ته وويل شول: تر وخت پای ته رسېدو مخکې مو له ژونده خوند واخلئ

فَعَتَوْا۟ عَنْ أَمْرِ رَبِّهِمْ فَأَخَذَتْهُمُ ٱلصَّـٰعِقَةُ وَهُمْ يَنظُرُونَ ﴿٤٤﴾

خو هغوی دخپل پالونکي له امره لويي وکړه او دايمان او پيروۍ پر وړاندې يې په لويي کولو سره غرور وکړ، نو دعذاب ټکې ونيول په داسې حال کې چې هغوی يې نازلېدو ته انتظار کولو، ځکه له هغوی سره دعذاب له راتلو درې ورځې مخکې يې ژمنه شوې وه

فَمَا ٱسْتَطَـٰعُوا۟ مِن قِيَامٍۢ وَمَا كَانُوا۟ مُنتَصِرِينَ ﴿٤٥﴾

نو هغوی ونه توانېدل چې دهغه څه مخه ونیسي چې کوم عذاب پرې راغی، او نه هغوی لره ځواک وچې دهغو په مرسته يې منع کړای شي

وَقَوْمَ نُوحٍۢ مِّن قَبْلُ ۖ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ قَوْمًۭا فَـٰسِقِينَ ﴿٤٦﴾

او له دغو درراغ ګڼونکو مخکې مو دنوح قوم په ډوبیدو تباه کړ، پرته له شکه هغوی داسې خلک وو چې دالله له پيروۍ وتونکي وو، نو دهغه دعذاب وړ وګرځېدل

وَٱلسَّمَآءَ بَنَيْنَـٰهَا بِأَيْي۟دٍۢ وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ ﴿٤٧﴾

او آسمان مو جوړ کړ، او په ځواک مو دهغه جوړول باوري کړل، او موږ يې اړخونو لره پراخوونکي يو

وَٱلْأَرْضَ فَرَشْنَـٰهَا فَنِعْمَ ٱلْمَـٰهِدُونَ ﴿٤٨﴾

او ځمکه مو پر هغې داوسېدونکو لپاره دفرش غوندې غوړولې ګرځولې ده، او موږ غوره غوړوونکي يو کله مو چې ځمکه دهغوی لپاره وغوړوله. مخ ۵ له ۷ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ومن كل شىء خلقنا زوجين لعل كم تذكرون

وَمِن كُلِّ شَىْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿٤٩﴾

او له هرڅه مو دوه ډوله پيداکړې دي، لکه نارينه او ښځينه، آسمان او ځمکه، وچه او درياب، ترڅو دهغه الله پر يووالي نصيحت ترلاسه کړئ چې هرڅه يې دوه ډوله پيداکړي دي او له ځواک يې پند واخلئ

فَفِرُّوٓا۟ إِلَى ٱللَّهِ ۖ إِنِّى لَكُم مِّنْهُ نَذِيرٌۭ مُّبِينٌۭ ﴿٥٠﴾

نو دالله له عذابه دهغه دثواب لوري ته ور وتښتئ، دهغه په پيروۍ کولو او له هغه په نه سرغوړونه سره، ای خلکو! پرته له شکه زه تاسو لره دالله له عذابه په څرګنده وېرونه وېروونکی يم

وَلَا تَجْعَلُوا۟ مَعَ ٱللَّهِ إِلَـٰهًا ءَاخَرَ ۖ إِنِّى لَكُم مِّنْهُ نَذِيرٌۭ مُّبِينٌۭ ﴿٥١﴾

او له الله سره بل معبود مه نيسئ چې له هغه پرته يې عبادت وکړئ، پرته له شکه زه تاسو لره دهغه له لوري په څرګنده وېرونه وېروونکی يم

كَذَٰلِكَ مَآ أَتَى ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِم مِّن رَّسُولٍ إِلَّا قَالُوا۟ سَاحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌ ﴿٥٢﴾

ددغو مکې دخلکو ددرواغ ګڼلو غوندې پخوانيو امتونو ته به چې هم کله دالله له لوري رسول راغی هغوی به درواغجن ګڼلو او ويل به يې: هغه يا کوډګر دی او يا لېونی دی

أَتَوَاصَوْا۟ بِهِۦ ۚ بَلْ هُمْ قَوْمٌۭ طَاغُونَ ﴿٥٣﴾

آيا پخوانيو کافرانو او وروستنيو يې يوبل ته درسولانو پر درواغ ګڼلو سپارښتنه کړې وه؟! نه، بلکې پر دغه څه دهغوی سرکښۍ يوځای کړي دي

فَتَوَلَّ عَنْهُمْ فَمَآ أَنتَ بِمَلُومٍۢ ﴿٥٤﴾

ای رسوله! له دغو درواغ ګڼوکو مخ واړوه، ته ملامت نه يې، پرته له شکه تا هغه څه ورته ورسول چې درسولو امر يې درته شوی و

وَذَكِّرْ فَإِنَّ ٱلذِّكْرَىٰ تَنفَعُ ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿٥٥﴾

له هغوی مخ اړول دې تا دهغوی له وعظ او نصيحته څخه منع نه کړي راګرځوي، هغوی ته وعظ کوه او نصيحت، ځکه نصيحت پر الله ايمان لرونکو خلکو ته ګټه رسوي

وَمَا خَلَقْتُ ٱلْجِنَّ وَٱلْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ ﴿٥٦﴾

او ما پېريان او انسانان يوازې دخپلو لمانځلو لپاره پيداکړي دي، ددې لپاره مې نه دې پيداکړي چې ما لره شريک ونيسي

مَآ أُرِيدُ مِنْهُم مِّن رِّزْقٍۢ وَمَآ أُرِيدُ أَن يُطْعِمُونِ ﴿٥٧﴾

له هغوی نه روزي غواړم او نه له هغوی غواړم چې ماته خواړه راکړي. مخ ۶ له ۷ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلرَّزَّاقُ ذُو ٱلْقُوَّةِ ٱلْمَتِينُ ﴿٥٨﴾

پرته له شکه همغه الله خپلو بندګانو ته ښه روزي ورکوونکی دی، ټول دهغه روزي ته اړ دي، دپياوړي ځواک څښتن دی هيڅوک نه شي پرې برلاسي کېدلای، ټول پېريان او انسانان دهغه پاک ذات ځواک ته غاړه اېښودونکي دي. فإن للذين ظلموا ذنوبا مثل ذنوب أص حبهم فلا يستعجلون

فَإِنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ ذَنُوبًۭا مِّثْلَ ذَنُوبِ أَصْحَـٰبِهِمْ فَلَا يَسْتَعْجِلُونِ ﴿٥٩﴾

نو ای رسوله! هغو کسانو چې ستا په درواغجن ګڼلو سره يې پر ځانونو ظلم کړی دعذاب برخه يې دخپلو پخوانيو ملګرو غوندې ده، هغه لره ټاکلې نېټه ده، نو له هغه نېټې مخکې دې له ما څخه په بيړه غوښتنه نه کوي

فَوَيْلٌۭ لِّلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِن يَوْمِهِمُ ٱلَّذِى يُوعَدُونَ ﴿٦٠﴾

نو تباهي او زياان دی هغو کسانو لره چې پر الله يې کفر کړی او خپل رسول يې دهغه قيامت دورځې په اړه درواغجن ګڼلی چې په هغه ورځ کې پر هغوی دعذاب د را ښکته کېدو ژمنه ورسره کيږي. مخ ۷ له ۷ moc.hgelp

زده کړه · الذاريات — Adh-Dhaariyat

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې