قٓ ۚ وَٱلْقُرْءَانِ ٱلْمَجِيدِ ﴿١﴾
دقيامت په ورځ دحساب او بدلې لپاره را پاڅول کېږې
کور›تفسیر›ق (٥٠)
مکي · ٤٥ آیتونه
قٓ ۚ وَٱلْقُرْءَانِ ٱلْمَجِيدِ ﴿١﴾
دقيامت په ورځ دحساب او بدلې لپاره را پاڅول کېږې
بَلْ عَجِبُوٓا۟ أَن جَآءَهُم مُّنذِرٌۭ مِّنْهُمْ فَقَالَ ٱلْكَـٰفِرُونَ هَـٰذَا شَىْءٌ عَجِيبٌ ﴿٢﴾
دهغوی دردولولا مل دهغوی دا توقع نه وه چې ته درواغ وايې هغوی ستا رېښتينولي پېژني، بلکې هغوی له دې امله تعجب کوي چې هغوی ته يې له خپله جنسه يو وېروونکی رسول راغی، او هغه دپرېښتو له جنسه نه دی، او دتعجب په ډول يې وويل: موږ ته دانسانانو له ډلې درسول را تګ يو عجيب امر دی!
أَءِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًۭا ۖ ذَٰلِكَ رَجْعٌۢ بَعِيدٌۭ ﴿٣﴾
آيا موږ به بيا را ژوندي کېږو کله چې مړه او خاورې شو؟! دغه بېرته را پاڅېدل او زموږ جسمونو ته دژوند را ګرځېدل وروسته تر دې چې زاړه شي يو لرې امر دی، شونې نه ده چې رامنځته دې شي
قَدْ عَلِمْنَا مَا تَنقُصُ ٱلْأَرْضُ مِنْهُمْ ۖ وَعِندَنَا كِتَـٰبٌ حَفِيظٌۢ ﴿٤﴾
پرته له شکه موږ په هغه څه پوهېږو چې ځمکه دهغوی له مرګ او خښېدو وروسته دهغوی له جسمونو څه خوري، له موږ هيڅ هم پټ نه دي، او زموږ سره دهر هغه څه ساتونکی کتاب دی چې الله دهغوی په ژوند او دهغوی له مرګ نه وروسته دهغوی لپاره مقدر کړي دي
بَلْ كَذَّبُوا۟ بِٱلْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُمْ فَهُمْ فِىٓ أَمْرٍۢ مَّرِيجٍ ﴿٥﴾
بلکې دغو مشرکانو قرآن درواغ وګڼلو کله چې رسول ورته راوړ، نو هغوی په يوګډ وډ حالت کې دي، پر هيڅ حالت هم سم نه پاتې کيږي
أَفَلَمْ يَنظُرُوٓا۟ إِلَى ٱلسَّمَآءِ فَوْقَهُمْ كَيْفَ بَنَيْنَـٰهَا وَزَيَّنَّـٰهَا وَمَا لَهَا مِن فُرُوجٍۢ ﴿٦﴾
آيا دغو دبېرته را ژوندي کېدو درواغ ګڼونکو پر خپلو ځانونو دپاسه آسمان کې غور نه دی کړی، څنګه مو پيداکړی، جوړکړی او ښايسته کړی، چې ستوري مو پکې اېښې دي، او هيڅ داسې چاود پکې نشته چې عيبجن يې کړي؟! نو هغه ذات چې دغه آسمان يې پيدا کړی دمړو دبېرته ژوندي را پاڅولو څخه هم نه بې وسې کيږي
وَٱلْأَرْضَ مَدَدْنَـٰهَا وَأَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَٰسِىَ وَأَنۢبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ زَوْجٍۭ بَهِيجٍۢ ﴿٧﴾
او ځمکه مو داسې وغوړوله چې داوسېدو وړ ده، او په هغې کې مو داسې ثابت غرونه واچول تر څو هغه خوځښت ونه کړي، او په هغې کې مو هر ډول شينګي، ونې او ښکلي منظرونه را شنه کړل. تبصرة وذكر لكل عبد م نيب
تَبْصِرَةًۭ وَذِكْرَىٰ لِكُلِّ عَبْدٍۢ مُّنِيبٍۢ ﴿٨﴾
دا ټول مو ځکه پيداکړل ترڅو دهر بنده لپاره چې خپل پالونکي ته يې په پيروۍ ورګرځېدونکی وي بينايي او پند شي. مخ ۱ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَنَزَّلْنَا مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءًۭ مُّبَـٰرَكًۭا فَأَنۢبَتْنَا بِهِۦ جَنَّـٰتٍۢ وَحَبَّ ٱلْحَصِيدِ ﴿٩﴾
او له اسمانه مو ډېرې ګټورې او ښې اوبه ورولې دي، نو پر دغو اوبو مو بڼونه را شنه کړل، او له وربشو او نورو شيانو چې کوم څه رېبئ هغه مو را زرغون کړل
وَٱلنَّخْلَ بَاسِقَـٰتٍۢ لَّهَا طَلْعٌۭ نَّضِيدٌۭ ﴿١٠﴾
او پر هغو مو داوږدو لوړو ونو والا دکجورو ونې را زرغونې کړې، چې هغو لره ديو دبل دپاسه ډک ډک وږي دي
رِّزْقًۭا لِّلْعِبَادِ ۖ وَأَحْيَيْنَا بِهِۦ بَلْدَةًۭ مَّيْتًۭا ۚ كَذَٰلِكَ ٱلْخُرُوجُ ﴿١١﴾
هغه څه مو را شنه کړل چې له دغو مو را شنه کړل دبندګانو لپاره روزي ده چې ترې خوري يې، او پر هغو مو داسې ښار را ژوندی کړ چې هيڅ شينکی پکې نه وه، لکه څنګه مو چې پر دغه باران داسې ښار را ژوندی کړ چې هيڅ شينګيا پکې نه وه همداسې به مړي ژوندي کړو، نو ژوندي به راووځي
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍۢ وَأَصْحَـٰبُ ٱلرَّسِّ وَثَمُودُ ﴿١٢﴾
ای رسوله! له دغو ستا له درواغجن ګڼونکو مخکې ډېرو قومونو خپل نبيان درواغجن ګڼلي وو، دنوح قوم او څاه والا درواغجن ګڼلي وو او ثموديانو درواغجن ګڼلي وو. وعاد وفرعون وإخون لوط
وَعَادٌۭ وَفِرْعَوْنُ وَإِخْوَٰنُ لُوطٍۢ ﴿١٣﴾
او عاديانو، فرعون او دلوط قومي وروڼو درواغجن وګڼل. ل
وَأَصْحَـٰبُ ٱلْأَيْكَةِ وَقَوْمُ تُبَّعٍۢ ۚ كُلٌّۭ كَذَّبَ ٱلرُّسُلَ فَحَقَّ وَعِيدِ ﴿١٤﴾
دشعیب قوم؛ ايکه خلکو او ديمن پاچا تبع قوم تکذيب وکړ هر يو له دغو خلکو څخه دالله هغه رسولان درواغجن وګڼل چې ورته لېږلي يې وو، نو پر هغوی دالله ورسره ژمنه کړی عذاب ثابت شو
أَفَعَيِينَا بِٱلْخَلْقِ ٱلْأَوَّلِ ۚ بَلْ هُمْ فِى لَبْسٍۢ مِّنْ خَلْقٍۢ جَدِيدٍۢ ﴿١٥﴾
نو آيا موږ په لومړي ځل پيداکولو ستومانه شوو تردې چې په بېرته را پاڅولو يې ستومانه شو؟! بلکې هغوی له لومړي ځل پيداکولو وروسته له نوي پيدايښته په حيرانتيا کې دي
وَلَقَدْ خَلَقْنَا ٱلْإِنسَـٰنَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِۦ نَفْسُهُۥ ۖ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ ٱلْوَرِيدِ ﴿١٦﴾
او پرته له شکه موږ انسان پيدا کړ، او موږ پر هغه څه پوهېږو چې دهغه په زړه کې کوم خيالونه او فکرونه راګرځي، او موږ په غاړه کې له شته هغه رګه هم ور نېږدې يو چې له زړه سره پيوسته دی
إِذْ يَتَلَقَّى ٱلْمُتَلَقِّيَانِ عَنِ ٱلْيَمِينِ وَعَنِ ٱلشِّمَالِ قَعِيدٌۭ ﴿١٧﴾
هغه مهال چې دوې پرېښتې دهغه عمل سره يوبل ته ورکوي، يوه يې ښي لوري ته ناسته وي او دويم یې ګيڼ لوري ته ناسته وي. ما يلفظ من قول إلا لديه رقيب عتيد
مَّا يَلْفِظُ مِن قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌۭ ﴿١٨﴾
هغه هيڅ وينا نه کوي مګر هغه لره يې پر ويلې وينا يوه څارونکې پرېښته حاضره وي. مخ ۲ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَجَآءَتْ سَكْرَةُ ٱلْمَوْتِ بِٱلْحَقِّ ۖ ذَٰلِكَ مَا كُنتَ مِنْهُ تَحِيدُ ﴿١٩﴾
او دمرګ سختي له داسې حق سره راغله چې هيڅ تېښته ترې نشته، ای بې خبره انسانه! دا هغه څه دي چې ته ترې وروسته کېدې او تښتېدې
وَنُفِخَ فِى ٱلصُّورِ ۚ ذَٰلِكَ يَوْمُ ٱلْوَعِيدِ ﴿٢٠﴾
او پر پوکي ګومارل شوې پرېښته به په ښکر کې دويم ځل پوکی وکړي، دا دقيامت ورځ ده، دکافرانو او ګناهکارانو لپاره دعذاب دژمنې ورځ ده
وَجَآءَتْ كُلُّ نَفْسٍۢ مَّعَهَا سَآئِقٌۭ وَشَهِيدٌۭ ﴿٢١﴾
او هر څوک به داسې راشي چې يوه پرېښته به ور سره وي چې هغه به بيايي، او يوه بله پرېښته به دهغه پر کړنو شاهدي ورکوي
لَّقَدْ كُنتَ فِى غَفْلَةٍۢ مِّنْ هَـٰذَا فَكَشَفْنَا عَنكَ غِطَآءَكَ فَبَصَرُكَ ٱلْيَوْمَ حَدِيدٌۭ ﴿٢٢﴾
او دغه راوستل شوي انسان ته به وويل شي: پرته له شکه ته په دنيا کې له دغې ورځې په بې پروايی کې وې ځکه ته دخپلو نفسي غوښتنو او خوندونو له امله په دوکه کې وې، نو له تا څخه مو دې بې پروايي لرې کړه دعذاب او سختۍ په ليدلو سره، نو نن دې نظر داسې تېز دی چې هغه څه پرې درک کولای شې چې ترې بې پروا وې. وقال قرينه هذا ما لدى عتيد
وَقَالَ قَرِينُهُۥ هَـٰذَا مَا لَدَىَّ عَتِيدٌ ﴿٢٣﴾
او له پرېښتو ګومارل شوې ملګرې به يې ووايي: دا څه چې له ما سره دي پرته له کمي او زيادت څخه دهغه حاضر کړی عمل دی. ألقيا فى جهن م كل كف ار عنيد
أَلْقِيَا فِى جَهَنَّمَ كُلَّ كَفَّارٍ عَنِيدٍۢ ﴿٢٤﴾
او الله به دواړو راوستونکې او شاهدي ورکوونکې پرېښتې ته ووايي: هر له حقه نټه کوونکی، هغه لره کينه کښ په جهنم کې وغورځوئ. م ناع للخير معتد م ريب
مَّنَّاعٍۢ لِّلْخَيْرِ مُعْتَدٍۢ مُّرِيبٍ ﴿٢٥﴾
دالله له لوري پر هغه دواجب کړي حق زيات ايساروونکی، دالله له پولو اوښتونکی، په هغه څه کې شک کوونکی چې پر کومه ژمنه او وعيد خبر ورکول کيږي
ٱلَّذِى جَعَلَ مَعَ ٱللَّهِ إِلَـٰهًا ءَاخَرَ فَأَلْقِيَاهُ فِى ٱلْعَذَابِ ٱلشَّدِيدِ ﴿٢٦﴾
هغه تن چې له الله سره يې بل معبود نيولی چې له هغه سره يې په عبادت کې شريکوي، هغه په سخت عذاب کې واچوئ
۞ قَالَ قَرِينُهُۥ رَبَّنَا مَآ أَطْغَيْتُهُۥ وَلَـٰكِن كَانَ فِى ضَلَـٰلٍۭ بَعِيدٍۢ ﴿٢٧﴾
شیطان ملګری به يې له هغه څخه دبېزارۍ په توګه وايي: ای زموږ پالونکيه! ما نه ولار ورکی کړی، خو هغه په خپله له حقه په لرې لا ر ورکۍ کې و
قَالَ لَا تَخْتَصِمُوا۟ لَدَىَّ وَقَدْ قَدَّمْتُ إِلَيْكُم بِٱلْوَعِيدِ ﴿٢٨﴾
الله به وايي: زما په مخکې جګړه مه سره کوئ، په دې کې هيڅ ګټه نشته، ما مخکې په دنيا کې هغه څه درلېږلي وو چې زما رسولان له کوم سخت ګواښ سره هغه چاته ورغلي وو چې له ما يې نټه او سرغړونه کړې وه. مخ ۳ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
مَا يُبَدَّلُ ٱلْقَوْلُ لَدَىَّ وَمَآ أَنَا۠ بِظَلَّـٰمٍۢ لِّلْعَبِيدِ ﴿٢٩﴾
زما په وړاندې وينا نه شي بدلېدلای، او نه زما ژمنه خلاف کېدای شي، او نه زه پر بندګانو دهغوی له نېکيو په کمولو او بديو کې په زياتولو ظلم کوم، بلکې پر هغه څه به بدله ورکړم چې کړي يې دي
يَوْمَ نَقُولُ لِجَهَنَّمَ هَلِ ٱمْتَلَأْتِ وَتَقُولُ هَلْ مِن مَّزِيدٍۢ ﴿٣٠﴾
په کومه ورځ چې موږ جهنم ته ووايو: آيا پر هغه څه ډک شوې کوم کافران او ګناهکاران چې در پکې واچول شول؟ هغه به يې خپل پالونکي ته دزياد څه غوښتنې او خپل پالونکي ته دغوسې په توګه ځواب ورکړي: آيا نور څه شته؟
وَأُزْلِفَتِ ٱلْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِينَ غَيْرَ بَعِيدٍ ﴿٣١﴾
او هغو کسانو ته به جنت را نېږدې کړل شي چې له خپل پالونکي څخه يې دهغه دامرونو په پر ځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېرېږي، نو هغوی به پکې هغه نعمتونه وويني چې هيڅ به ترې لرې نه وي. هذا ما توعدون لكل أو اب حفيظ
هَـٰذَا مَا تُوعَدُونَ لِكُلِّ أَوَّابٍ حَفِيظٍۢ ﴿٣٢﴾
او هغوی ته به وويل شي: دا هغه څه دي چې الله يې ژمنه درسره کړې ده او دهر خپل پالونکي ته په توبه راګرځېدونکي او هر هغه څه ساتونکي لپاره دي چې پالونکي يې پرې لا زم کړي دي
مَّنْ خَشِىَ ٱلرَّحْمَـٰنَ بِٱلْغَيْبِ وَجَآءَ بِقَلْبٍۢ مُّنِيبٍ ﴿٣٣﴾
څوک چې له الله په پټه وېرېږي داسې چې يوازې الله يې ويني، او له الله سره په داسې پاک زړه مخامخ شي چې پر الله ور مات وي او زيات هغه ته ورګرځېدونکی وي
ٱدْخُلُوهَا بِسَلَـٰمٍۢ ۖ ذَٰلِكَ يَوْمُ ٱلْخُلُودِ ﴿٣٤﴾
او هغوی ته به وويل شي: جنت ته په داسې ننوتلو سره ننوځئ چې له هغه څه څخه چې تاسو يې نه خوښوئ چې له سلامتيا سره مل وي، دا داسې دپاتې کېدو ورځ ده چې له هغې وروسته بيا له منځه تلل نشته
لَهُم مَّا يَشَآءُونَ فِيهَا وَلَدَيْنَا مَزِيدٌۭ ﴿٣٥﴾
هغوی لره به پکې هغه نه ختمېدونکي نعمتونه وي چې غواړي يې، او له موږ سره نور زيات داسې نعمتونه دي چې نه سترګو ليدلي، نه غوږونو اورېدلي او نه دچا پر زړه تېر شوي، چې له هغو څخه دالله پاک ليدل هم دي
وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّن قَرْنٍ هُمْ أَشَدُّ مِنْهُم بَطْشًۭا فَنَقَّبُوا۟ فِى ٱلْبِلَـٰدِ هَلْ مِن مَّحِيصٍ ﴿٣٦﴾
او ډېری هغه امتونه چې دمکې له درواغ ګڼونکو مشرکانو څخه مخکې مو تباه کړل هغوی دمکې له مشرکانو ځواکمن وو، خو بيا هم په خپلو ښارونو کې په دې خبره ناکام شول چې کېدای شي دالله له عذابه کومه دتېښتې لا ره ومومي، خو ويې نه موندله. مخ ۴ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَذِكْرَىٰ لِمَن كَانَ لَهُۥ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى ٱلسَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌۭ ﴿٣٧﴾
پرته له شکه په دغه ياد شوي دپخوانيو امتونو په تباهۍ کې نصيحت او پند دی دهغه چا لپاره چې داسې زړه لري چې پرې پوهيږي، يا په حاضر زړه غوږ نيسي، بې پروا نه وي
وَلَقَدْ خَلَقْنَا ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِى سِتَّةِ أَيَّامٍۢ وَمَا مَسَّنَا مِن لُّغُوبٍۢ ﴿٣٨﴾
او پرته له شکه موږ آسمانونه پيداکړل، ځمکه مو پيداکړه، او هغه څه چې دآسمانونو او ځمکې ترمنځ دي، دا مو په شپږو ورځو کې پيداکړل سره له دې چې موږ يې په يوه لحظه کې دپيداکولو توان لرلو، او موږ ته کومه ستړيا ونه رسېده لکه څنګه چې يهود وايي
فَٱصْبِرْ عَلَىٰ مَا يَقُولُونَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ ٱلشَّمْسِ وَقَبْلَ ٱلْغُرُوبِ ﴿٣٩﴾
ای رسوله! پر هغه څه صبر کوه چې يهود او نور خلک يې وايي، او خپل پالونکي لره دې لمونځ کوه دلمر له ختو مخکې دسهار په لمانځه کې دهغه ستاينه کوونکی اوسه او له لمر لوېدو مخکې دمازديګر لمونځ کوه
وَمِنَ ٱلَّيْلِ فَسَبِّحْهُ وَأَدْبَـٰرَ ٱلسُّجُودِ ﴿٤٠﴾
او دشپې په يوه برخه کې هغه لره لمونځ کوه، او له لمونځونو وروسته دهغه پاکي بيانوه
وَٱسْتَمِعْ يَوْمَ يُنَادِ ٱلْمُنَادِ مِن مَّكَانٍۢ قَرِيبٍۢ ﴿٤١﴾
او ای رسوله! غوږ ونيسه په کومه ورځ چې له نېږدې ځايه په شپېلۍ کې ددويم ځل لپاره ګومارل شوې پرېښته آواز وکړي
يَوْمَ يَسْمَعُونَ ٱلصَّيْحَةَ بِٱلْحَقِّ ۚ ذَٰلِكَ يَوْمُ ٱلْخُرُوجِ ﴿٤٢﴾
په کومه ورځ چې ټول خلک په حق سره دداسې بېرته را پورته کېدو چېغه واوري چې هيڅ شک پکې نشته، دا هغه ورځ ده چې هغوی به يې پکې اوري چې هغه د مړيو له خپلو قبرونو څخه دراوتلو ورځ ده دحساب او بدلې لپاره
إِنَّا نَحْنُ نُحْىِۦ وَنُمِيتُ وَإِلَيْنَا ٱلْمَصِيرُ ﴿٤٣﴾
پرته له شکه موږ ژوندي کول او مړه کول کوو، له موږ پرته نه ژوندی کوونکی شته او نه مړ کوونکی، او يوازې زموږ لوري ته دقيامت په ورځ دحساب او بدلې لپاره د بندګانو را ګرځېدل دي
يَوْمَ تَشَقَّقُ ٱلْأَرْضُ عَنْهُمْ سِرَاعًۭا ۚ ذَٰلِكَ حَشْرٌ عَلَيْنَا يَسِيرٌۭ ﴿٤٤﴾
په کومه ورځ چې له هغوی ځمکه وچوي، نو هغوی په منډه منډه راووځي، دغه بيا را پاڅول پر موږ آسانه دي
نَّحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَقُولُونَ ۖ وَمَآ أَنتَ عَلَيْهِم بِجَبَّارٍۢ ۖ فَذَكِّرْ بِٱلْقُرْءَانِ مَن يَخَافُ وَعِيدِ ﴿٤٥﴾
موږ په هغه څه ښه پوهېږو چې دغه درواغ ګڼونکي يې وايي، او ای رسوله! ته پر هغوی مسلط نه يې چې پر ايمان يې مجبور کړې، ته يوازې دهغه څه رسوونکی يې چې الله يې درسولو امر درته کړی دی، نو په قرآن هغه چاته يادونه کوه - چې وېرېږي - زما دهغه ګواښ چې دکافرانو او ګناهکارانو لپاره دی، ځکه وېرېدونکی هغه څوک دی چې پند اخلي او نصيحت حاصلوي کله چې نصحيت ورته وشي. مخ ۵ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر مخ ۶ له ۶ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر