کورتفسیرالحجرات (٤٩)

تفسیر الحجرات — Al-Hujuraat (49)

مدني · ١٨ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تُقَدِّمُوا۟ بَيْنَ يَدَىِ ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ ۖ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌۭ ﴿١﴾

اې هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او دهغه څه پيروي مو کړې چې روا کړي يې دي، دالله او دهغه درسول په مخکې په وينا او کړنه مه وړاندې کېږئ، له الله څخه دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وډار شئ، بېشکه الله ستاسو دويناوو اورېدونکی او ستاسو پر کړنو ښه پوه دی، له هغه هيڅ هم نه ترې پاتې کيږي، او ژر به يې بدله درکړي

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَرْفَعُوٓا۟ أَصْوَٰتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ ٱلنَّبِىِّ وَلَا تَجْهَرُوا۟ لَهُۥ بِٱلْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَن تَحْبَطَ أَعْمَـٰلُكُمْ وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ ﴿٢﴾

أعملكم وأنتم لا تشعرون ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او دهغه څه پيروي مو کړې چې روا کړي يې دي، دهغه له رسول سره په ادب اوسئ، آوازونه مو داسې مه ګرځوئ چې نبي صلی الله عليه وسلم ته دوينا پر مهال دهغه پر آواز پورته شي، او مه په داسې نوم ورغږ کوئ لکه ځينې مو چې ځينې را بولي، بلکې هغه دنبوت او رسالت په نرمه وينا سره رابولئ، له دې وېرې چې ددغه کار له امله ستاسو دعملونو بدله له منځه ولاړه نه شي په داسې حال کې چې تاسې دهغه په له منځه تلو خبر هم نه واست

إِنَّ ٱلَّذِينَ يَغُضُّونَ أَصْوَٰتَهُمْ عِندَ رَسُولِ ٱللَّهِ أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ ٱمْتَحَنَ ٱللَّهُ قُلُوبَهُمْ لِلتَّقْوَىٰ ۚ لَهُم مَّغْفِرَةٌۭ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ ﴿٣﴾

پرته له شکه هغه کسان چې درسول الله صلی الله عليه وسلم پر وړاندې خپل آوازونه ټيټ ساتي، همدوی هغه کسان دي چې الله يې زړونه دخپلې تقوا لپاره ازمويلي دي، او دهغې لپاره يې ځانګړي کړي دي، هغوی لره يې دګناهونو بښنه ده چې نه به يې پرې نيسي، او هغوی لره دقيامت په ورځ لويه بدله ده، هغه دا چې الله به يې جنت ته ننباسي

إِنَّ ٱلَّذِينَ يُنَادُونَكَ مِن وَرَآءِ ٱلْحُجُرَٰتِ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ ﴿٤﴾

پرته له شکه ای رسوله! له بانډه چيانو هغه کسان چې ستا دمېرمنو دکوټو تر شا نارې در وهي ډېری يې نه پوهيږي

وَلَوْ أَنَّهُمْ صَبَرُوا۟ حَتَّىٰ تَخْرُجَ إِلَيْهِمْ لَكَانَ خَيْرًۭا لَّهُمْ ۚ وَٱللَّهُ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿٥﴾

ای رسوله! که چېرې دغو خلکو چې تاته ستا دمېرمنو دکوټو له شا آوازونه کوي صبر کړی وای او چیغې یې درته نه وای وهلی تر دې چې ته وروتلای وای، بيا يې په ټيټ آواز وينا درته کولئ دا به هغوی لره دکوټو تر شا آواز کولو نه غوره وای، ځکه په دې کې احترام او درناوی دی، او الله له هغوی او نورو خلکو څخه دهغه چا د ګناهونو بښونکی دی چې توبه وباسي، او هغوی لره هم بښونکی دی دهغوی دناپوهۍ له امله، پر هغوی مهربان دی

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِن جَآءَكُمْ فَاسِقٌۢ بِنَبَإٍۢ فَتَبَيَّنُوٓا۟ أَن تُصِيبُوا۟ قَوْمًۢا بِجَهَـٰلَةٍۢ فَتُصْبِحُوا۟ عَلَىٰ مَا فَعَلْتُمْ نَـٰدِمِينَ ﴿٦﴾

ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او پر هغه څه مو عمل کړئ چې روا کړي يې دي، که چېرې کوم بې لا رې تن دکوم قوم په اړه خبر درته راوړي، نو دهغه خبر دکره والي په اړه پلټنه وکړئ، او رېښتيا منلو ته يې بيړه مه کوئ، ددې خبرې له وېرې چې که پرته له پلټنې هغه خبر رېښتيا وګڼئ نو کوم قوم ته به ضرر ورسوئ په داسې حال کې چې تاسې به دهغې چارې په حقيقت نه پوهېږئ، وروسته له ضرر رسولو به بيا پښېمانه شئ کله چې دهغه خبر درواغ درته ښکاره شي. مخ ۱ له ۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ فِيكُمْ رَسُولَ ٱللَّهِ ۚ لَوْ يُطِيعُكُمْ فِى كَثِيرٍۢ مِّنَ ٱلْأَمْرِ لَعَنِتُّمْ وَلَـٰكِنَّ ٱللَّهَ حَبَّبَ إِلَيْكُمُ ٱلْإِيمَـٰنَ وَزَيَّنَهُۥ فِى قُلُوبِكُمْ وَكَرَّهَ إِلَيْكُمُ ٱلْكُفْرَ وَٱلْفُسُوقَ وَٱلْعِصْيَانَ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلرَّٰشِدُونَ ﴿٧﴾

او ای مؤمنانو! پوه شئ چې ستاسو ترمنځ دالله رسول دی چې وحي پرې نازليږي، نو له درواغ ويلو وډار شئ، چې وحي به پرې نازله شي ستاسو پر درواغو به يې خبر کړي، او پر هغه څه ډېر پوه دی چې ستاسو مصلحت دی پکې، که چېرې په ډېری هغه څه کې ستاسو پيروي وکړي چې تاسو يې ورته وړانديز کوئ، هرومرو به په داسې ستونزه کې اخته شئ چې هغه به يې تاسو لره نه خوښوي، خو الله په خپله پېرزوينه تاسو ته ايمان خوښ وګرځولو، او ستاسو په زړونو کې يې ښکلی کړ، نو ايمان مو راوړ، او تاسو ته يې کفر، دهغه له پيروۍ وتل بد وښودل او له هغه يې سرغړونه بده درته وښودله، پر دغو صفتونو متصف خلک پر سمه او حق لا ره تلونکي دي

فَضْلًۭا مِّنَ ٱللَّهِ وَنِعْمَةًۭ ۚ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌۭ ﴿٨﴾

او تاسو لره چې ستاسو په زړونو کې کوم دښېګڼې ښکلي کېدل او شر بد ګڼل حاصل دي، دا يوازې دالله پېرزوينه ده، چې پر تاسو يې پېرزو کړې ده، او دهغه نعمت دی چې پر تاسو يې لورولی دی، او الله له بندګانو يې پر هغه چا ښه پوه دی چې دهغه شکر وباسي نو توفيق ورکوي، او حکمت والا دی چې هر څه په خپل مناسب ځای کې ږدي

وَإِن طَآئِفَتَانِ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ ٱقْتَتَلُوا۟ فَأَصْلِحُوا۟ بَيْنَهُمَا ۖ فَإِنۢ بَغَتْ إِحْدَىٰهُمَا عَلَى ٱلْأُخْرَىٰ فَقَـٰتِلُوا۟ ٱلَّتِى تَبْغِى حَتَّىٰ تَفِىٓءَ إِلَىٰٓ أَمْرِ ٱللَّهِ ۚ فَإِن فَآءَتْ فَأَصْلِحُوا۟ بَيْنَهُمَا بِٱلْعَدْلِ وَأَقْسِطُوٓا۟ ۖ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلْمُقْسِطِينَ ﴿٩﴾

ء ه او که چېرې دمؤمنانو دوې ډلې له يوبل سره جګړه وکړي، نو ای مؤمنانو! دهغوی دواړو ترمنځ سوله وکړئ چې دواړه ډلې دخپل اختلاف په اړه دالله دشريعت پرېکړې ته را وبولئ، که چېرې يوې ډلې له سولې نټه وکړه، او له بريده واوښته، نو له بريده اوښتې ډلې سره تر هغه جګړه وکړئ چې دالله حکم ته را وګرځي، که چېرې دالله پرېکړې ته را وګرځېده، بيا ددواړو ترمنځ په عدل او انصاف سوله وکړئ، او دهغوی دواړو ترمنځ په خپله پرېکړه کې له عدل کار واخلئ، پرته له شکه الله هغه کسان خوښوي چې په خپلو پرېکړو کې عدل کوي

إِنَّمَا ٱلْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌۭ فَأَصْلِحُوا۟ بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ ۚ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿١٠﴾

پرته له شکه مؤمنان په اسلام کې سره وروڼه دي، او ای مؤمنانو! په اسلام کې ورورګلوي دا غوښتنه کوي چې دجګړه کوونکو وروڼو ترمنځ سوله وکړئ، او له الله څخه دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ووېرېږئ، په دې هيله چې رحم درباندې وشي

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا يَسْخَرْ قَوْمٌۭ مِّن قَوْمٍ عَسَىٰٓ أَن يَكُونُوا۟ خَيْرًۭا مِّنْهُمْ وَلَا نِسَآءٌۭ مِّن نِّسَآءٍ عَسَىٰٓ أَن يَكُنَّ خَيْرًۭا مِّنْهُنَّ ۖ وَلَا تَلْمِزُوٓا۟ أَنفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا۟ بِٱلْأَلْقَـٰبِ ۖ بِئْسَ ٱلِٱسْمُ ٱلْفُسُوقُ بَعْدَ ٱلْإِيمَـٰنِ ۚ وَمَن لَّمْ يَتُبْ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّـٰلِمُونَ ﴿١١﴾

ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او پر هغه څه مو عمل کړئ چې روا کړي يې دي، له تاسو دې يو قوم پر بل ملنډې نه وهي، کېدای شي هغه قوم دالله په وړاندې غوره وي چې ملنډې پرې وهل شوې دي، او اعتبار هغه څه ته دی چې دالله په وړاندې وي، او نه دې ښځې پر ښځو ملنډې وهي کېدای هغه ښځې چې ملنډې پرې وهل کيږي دالله په وړاندې غوره وي، او دخپلو وروڼو عيبونه مه بيانوئ، هغوی ستاسو په شان دي، نه دې ځينې ستاسې ځينې نور په داسې لقبونو يادوي چې نه يې خوښوي، لکه څنګه چې درسول الله صلی الله عليه وسلم له راتګ مخکې دځينو انصارو حال و، او له تاسو چې څوک دا کار وکړي هغه بې لا رې دی، او له ايمان وروسته دغه دبې لا رۍ صفت ډېر بد دی، او څوک چې له دغو ګناهونو توبه ونه باسي، همدوی پر خپلو ځانونو ظلم کوونکي دي چې دګناهونو په ترسره کولو يې دتباهۍ ځايونو ته يې ورښکته کړي دي. مخ ۲ له ۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱجْتَنِبُوا۟ كَثِيرًۭا مِّنَ ٱلظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ ٱلظَّنِّ إِثْمٌۭ ۖ وَلَا تَجَسَّسُوا۟ وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا ۚ أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًۭا فَكَرِهْتُمُوهُ ۚ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ تَوَّابٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿١٢﴾

ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او پر هغه څه مو عمل کړئ چې روا کړي يې دي، له ډېرو داسې تورونو ځانونه وساتئ چې دهيڅ اسبابو او نښانو پر بنسټ نه وي ولاړ، بېشکه ځينې بد ګماني ګناه ده، لکه پر داسې چا بد ګماني کول چې ظاهري حالت يې سم وي، او دمؤمنانو تر شا دهغوی پر رازونو پسې مه کېږئ، او نه دې يو له تاسو خپل ورور په داسې څه يادوي چې هغه يې نه خوښوي، ځکه په داسې څه يې يادول چې هغه يې بد ګڼي دهغه دمرګ په حالت کې دهغه د غوښې خوړلو غوندې دي، آيا يو له تاسې دا خوښوي چې دخپل مړه ورور غوښه دې وخوري؟! نو غيبت کول يې بد وګڼئ ځکه هغه ددې غوندې دي، او له الله څخه دهغه دامرونو په منلو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ووېرېږئ، بېشکه الله له بندګانو يې دهغه لپاره ډېر توبه منونکی دی چې توبه وباسي، پر هغوی مهربان دی

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَـٰكُم مِّن ذَكَرٍۢ وَأُنثَىٰ وَجَعَلْنَـٰكُمْ شُعُوبًۭا وَقَبَآئِلَ لِتَعَارَفُوٓا۟ ۚ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ ٱللَّهِ أَتْقَىٰكُمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌۭ ﴿١٣﴾

ای خلکو! پرته له شکه تاسو مو له يو نارينه چې هغه ستاسو پلار آدم او يوې ښځينه چې هغه ستاسو مور حواء ده پيداکړي ياست، نسب مو يو دی، نو له تاسو دې يو پر بل په نسب کې نه وياړي، او له دغه وروسته مو تاسې ډېر خېلونه او خورې ورې قبيلې وګرځولئ، تر څو ځينې ستاسې ځينې نور وپېژني، نه ددې لپاره چې پرې ووياړي، ځکه توپير يوازې دځان ساتنې پر بنسټ وي، له همدې امله يې ويلي: له تاسې تر ټولو غوره ستاسو تقوا لرونکی دی، بېشکه الله ستاسو پر حالاتو ښه پوه دی، پر هغه څه ښه خبر دی چې په تاسو کې کوم کمال او عيب دی، له دغه څخه هيڅ هم نه ترې پټيږي

۞ قَالَتِ ٱلْأَعْرَابُ ءَامَنَّا ۖ قُل لَّمْ تُؤْمِنُوا۟ وَلَـٰكِن قُولُوٓا۟ أَسْلَمْنَا وَلَمَّا يَدْخُلِ ٱلْإِيمَـٰنُ فِى قُلُوبِكُمْ ۖ وَإِن تُطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ لَا يَلِتْكُم مِّنْ أَعْمَـٰلِكُمْ شَيْـًٔا ۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌ ﴿١٤﴾

ځينو هغو بانډه چيانو چې نبي صلی الله عليه وسلم ته راغلل وويل: موږ پر الله او دهغه پر رسول ايمان راوړی، ای رسوله! هغوی ته ووايه: تاسو ايمان نه دی راوړی، بلکې تاسو ووايئ: موږ پيروي کړې او غاړه مو اېښې ده، تر اوسه مو ايمان زړونو ته نه دی ننوتی، او هيله دا ده چې ور ننه به وځي، او ای بانډه چيانو که تاسو په ايمان، نېک عمل او له نارواوو څخه په ډډه کولو کې دالله او دهغه درسول خبره ومنئ، الله به ستاسو دکړنو له بدلې هيڅ هم درڅخه کم نه کړي، بېشکه الله له بندګانو يې دهغه چا بښونکی دی چې توبه وباسي، پر هغوی مهربان دی

إِنَّمَا ٱلْمُؤْمِنُونَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا۟ وَجَـٰهَدُوا۟ بِأَمْوَٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلصَّـٰدِقُونَ ﴿١٥﴾

پرته له شکه مؤمنان هغه خلک دي چې پر الله او دهغه پر رسول يې ايمان راوړی، بيا يې له ايمان سره شک نه دی ګډ کړی، او پر خپلو مالونو او ځانونو يې دالله په لا ر کې جهاد کړی، له هغو يې په هيڅ بخيلي نه ده کړې، پر دغو صفتونو متصف خلک همدوی په خپل ايمان کې رېښتيني دي

قُلْ أَتُعَلِّمُونَ ٱللَّهَ بِدِينِكُمْ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۚ وَٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌۭ ﴿١٦﴾

ای رسوله! دغو بانډه چيانوته ووايه: آيا تاسو الله ته ښوونه کوئ او پر خپل دين يې خبروئ؟! حال دا چې الله پر هغه څه پوهيږي چې په آسمانونو کې دي او پر هغه څه پوهيږي چې په ځمکه کې دي، او الله پر هرڅه ښه پوه دی، له هغه هيڅ نه پټيږي، نو دخپل دين په اړه ستاسو خبر ورکولو ته اړتيا نه لري

يَمُنُّونَ عَلَيْكَ أَنْ أَسْلَمُوا۟ ۖ قُل لَّا تَمُنُّوا۟ عَلَىَّ إِسْلَـٰمَكُم ۖ بَلِ ٱللَّهُ يَمُنُّ عَلَيْكُمْ أَنْ هَدَىٰكُمْ لِلْإِيمَـٰنِ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ ﴿١٧﴾

ای رسوله! دغه بانډه چيان دخپل اسلام له امله پر تا احسان اچوي، هغوی ته ووايه: دالله په دين کې دداخلېدو له امله پر ما احسان مه اچوئ، ددغه ګټه که چېرې حاصله وي پر تاسو در ګرځېدونکې ده، بلکې الله هغه ذات دی چې پر تاسو يې احسان کړی داسې چې پر هغه دايمان راوړلو توفيق يې درکړی که چېرې تاسو مو په خپله دعوی کې رېښتيني واست چې تاسو پکې داخل شوي ياست. مخ ۳ له ۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

إِنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ غَيْبَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ وَٱللَّهُ بَصِيرٌۢ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿١٨﴾

پرته له شکه الله دآسمانونو په پټو پوهيږي او دځمکې په پټو پوهيږي، له هغه هيڅ هم نه شي پټېدلای، او الله دهغه څه ليدونکی دی چې تاسې يې کوئ، له هغه ستاسو له کړنو هيڅ هم نه شي پټېدلای، او ژر به تاسو ته پر ښو کړنو او بدو کړنو بدله درکړي. مخ ۴ له ۴ moc.hgelp

زده کړه · الحجرات — Al-Hujuraat

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې