کورتفسیرالفتح (٤٨)

تفسیر الفتح — Al-Fath (48)

مدني · ٢٩ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًۭا مُّبِينًۭا ﴿١﴾

ای رسوله! پرته له شکه تاته مو دحديبيې په سولې سره يوه څرګنده بريا درکړه

لِّيَغْفِرَ لَكَ ٱللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِن ذَنۢبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُۥ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَٰطًۭا مُّسْتَقِيمًۭا ﴿٢﴾

ترڅو الله مخکې له دې بريا او روسته تر هغې ستا ګناه درته وبښي، او پر تا خپله پېرزوينه دستا ددين په مرسته بشپړه کړي، او نېغې لا رې ته دې لا رښوونه وکړي، چې هيڅ کوږوالی پکې نشته، چې هغه داسلام نېغه لا ره ده

وَيَنصُرَكَ ٱللَّهُ نَصْرًا عَزِيزًا ﴿٣﴾

او الله دې دخپلو دښمنانو پر خلاف داسې برلاسې مرسته وکړي چې هيڅوک يې مخه نه شي نيولای

هُوَ ٱلَّذِىٓ أَنزَلَ ٱلسَّكِينَةَ فِى قُلُوبِ ٱلْمُؤْمِنِينَ لِيَزْدَادُوٓا۟ إِيمَـٰنًۭا مَّعَ إِيمَـٰنِهِمْ ۗ وَلِلَّهِ جُنُودُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًۭا ﴿٤﴾

الله همغه ذات دی چې ثبات او ډاډ يې دمؤمنانو په زړونو کې وراچولی ترڅو ايمان ته یې ايمان ور زيات کړي، او يوازې الله لره دآسمانونو او ځمکې لښکرې دي، له بندګانو چې چاته وغواړي مرسته يې پرې کوي، او الله دخپلو بندګانو پر مصلحتونو ښه پوه دی او کومه مرسته او تاييد چې کوي په هغو کې ښه حکمت والا دی

لِّيُدْخِلَ ٱلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُؤْمِنَـٰتِ جَنَّـٰتٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ خَـٰلِدِينَ فِيهَا وَيُكَفِّرَ عَنْهُمْ سَيِّـَٔاتِهِمْ ۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عِندَ ٱللَّهِ فَوْزًا عَظِيمًۭا ﴿٥﴾

ترڅو پر الله او دهغه پر رسول باور کوونکي نارينه او ښځينه داسې جنتونو ته ننباسي چې تر ماڼيو او ونولا ندې يې ويالې بهيږي، او له هغوی يې ګناهونه ورژوي، نو پر هغوی يې نه نيسي، او ددغه يادې شوې موخې ترلاسه کېدل چې جنت دی، او دویرې لرې والی چې هغه پر ګناهونو نيونه ده، دالله پر وړاندې لويه بريا ده چې هیڅ بريا ورته نه رسيږي

وَيُعَذِّبَ ٱلْمُنَـٰفِقِينَ وَٱلْمُنَـٰفِقَـٰتِ وَٱلْمُشْرِكِينَ وَٱلْمُشْرِكَـٰتِ ٱلظَّآنِّينَ بِٱللَّهِ ظَنَّ ٱلسَّوْءِ ۚ عَلَيْهِمْ دَآئِرَةُ ٱلسَّوْءِ ۖ وَغَضِبَ ٱللَّهُ عَلَيْهِمْ وَلَعَنَهُمْ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَهَنَّمَ ۖ وَسَآءَتْ مَصِيرًۭا ﴿٦﴾

او ترڅو منافقان او منافقانې په عذاب کړي او پر الله شرک کوونکي او شرک کوونکې په عذاب کړي، هغه کسان چې پر الله ګومان کوي چې هغه يې ددين مرسته نه کوي، او خپله کلمه يې نه لوړوي، نو دعذاب دائره پرې چاپېره شوه، او الله پر هغوی دکفر او بد ګومانۍ له امله غضب وکړ، او له خپلې لورېينې يې وشړل، او په آخرت کې يې هغوی لره داسې جهنم چمتو کړی چې ور ننوزي به او تل ترتله به پکې وي، او ډېر بد دی جهنم چې هغوی ورګرځي

وَلِلَّهِ جُنُودُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا ﴿٧﴾

او الله لره دآسمانونو او ځمکې لښکرې دي له بندګانو يې چې چاته وغواړي مرسته يې پرې کوي، او الله داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په پيدايښت دخپل مخلوق، تقدير او تدبير کې حکمت والا دی. مخ ۱ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

إِنَّآ أَرْسَلْنَـٰكَ شَـٰهِدًۭا وَمُبَشِّرًۭا وَنَذِيرًۭا ﴿٨﴾

ای رسوله! پرته له شکه ته مو دد داسې شاهد په توګه لېږلی يې چې پر خپل امت به دقيامت په ورځ شاهدي ورکوې، او مؤمنانو ته دهغه څه دزيري ورکوونکي په توګه چې په دنيا کې يې کومه مرسته او ځواک هغوی ته چمتو کړی، او هغه څه چې په آخرت کې يې هغوی لره کوم نعمتونه چمتو کړي دي، او کافرانو ته دوېروونکي په توګه چې هغوی لره په دنيا کې کومه رسوايي او دمؤمنانو په لا سونو کومه ماتې چمتو کړې ده او په آخرت کې يې کوم دردوونکی داسې عذاب چمتو کړی چې انتظار به يې کوي

لِّتُؤْمِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَتُعَزِّرُوهُ وَتُوَقِّرُوهُ وَتُسَبِّحُوهُ بُكْرَةًۭ وَأَصِيلًا ﴿٩﴾

په دې هيله چې تاسو مسلمانان پر الله ايمان راوړئ او پر رسول يې ايمان راوړئ، او درسول درناوی يې وکړئ او احترام يې وکړئ، او سهار او ماښام دالله پاکي بيان کړئ

إِنَّ ٱلَّذِينَ يُبَايِعُونَكَ إِنَّمَا يُبَايِعُونَ ٱللَّهَ يَدُ ٱللَّهِ فَوْقَ أَيْدِيهِمْ ۚ فَمَن نَّكَثَ فَإِنَّمَا يَنكُثُ عَلَىٰ نَفْسِهِۦ ۖ وَمَنْ أَوْفَىٰ بِمَا عَـٰهَدَ عَلَيْهُ ٱللَّهَ فَسَيُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًۭا ﴿١٠﴾

پرته له شکه هغه کسان چې بيعت رضوان درسره کوي اې رسوله! دمکې دمشرکانو پر خلاف جګړه کې، هغوی په حقيقت کې له الله سره بيعت کوي، ځکه همغه ذات دی چې دمشرکانو خلاف جګړې امر يې ورته کړی دی او همغه به بدله ورکوي، دبيعت پرمهال دالله لا س دهغوی پرلاسونو دپاسه دی او هغه پرې خبر دی هيڅ هم له هغوی ترې پټ نه دي، چاچې بيعت مات کړ او پر هغه څه يې وفا ونه کړه چې له الله سره يې دهغه ددين دمرستې تړون کړی و، نو دا الله ته زيان نه شي رسولای او چاچې پر هغه تړون کې دالله ددين پر مرسته وفا وکړه؛ نو هغه به يې لويه بدله ورکړي چې جنت دی

سَيَقُولُ لَكَ ٱلْمُخَلَّفُونَ مِنَ ٱلْأَعْرَابِ شَغَلَتْنَآ أَمْوَٰلُنَا وَأَهْلُونَا فَٱسْتَغْفِرْ لَنَا ۚ يَقُولُونَ بِأَلْسِنَتِهِم مَّا لَيْسَ فِى قُلُوبِهِمْ ۚ قُلْ فَمَن يَمْلِكُ لَكُم مِّنَ ٱللَّهِ شَيْـًٔا إِنْ أَرَادَ بِكُمْ ضَرًّا أَوْ أَرَادَ بِكُمْ نَفْعًۢا ۚ بَلْ كَانَ ٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًۢا ﴿١١﴾

ه ای رسوله! ژر دی چې وبه وایې له بانډه چیانو هغه خلک چې مکې ته په سفر کې ستا له ملګرتيا څخه الله شاته پرې اېښې دي کله يې چې ته ملامتوې: زموږ د مالونو او زموږ داولادونو پاملرنې موږ له تا سره له تګه بوخت کړو، نو موږ لره له الله څخه زموږ دګناهونو بښنه وغواړه، دوی پر خپلو ژبو هغه څه وايي - لکه دنبي صلی الله عليه وسلم له لوري دهغوی لپاره دبښنې غوښتنه- چې په زړونو کې يې نشته، ځکه هغوی له خپلو ګناهونو توبه نه ده اېستلې، هغوی ته ووايه: هيڅوک به تاسو لره دالله پر وړاندې دهيڅ واک ونه لري که چېرې هغه دښېګڼې اراده درته ولري، او يا پر تاسو دکومې بدې اراده ولري، بلکې الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسو يې کوئ، له هغه هيڅ هم ستاسو له کړنو نه پټيږي که هرڅومره يې تاسو پټوئ

بَلْ ظَنَنتُمْ أَن لَّن يَنقَلِبَ ٱلرَّسُولُ وَٱلْمُؤْمِنُونَ إِلَىٰٓ أَهْلِيهِمْ أَبَدًۭا وَزُيِّنَ ذَٰلِكَ فِى قُلُوبِكُمْ وَظَنَنتُمْ ظَنَّ ٱلسَّوْءِ وَكُنتُمْ قَوْمًۢا بُورًۭا ﴿١٢﴾

قوما بورا دمالونو او اولادونو په پاملرنه بوختيا ستاسو لپاره عذر له هغه سره له تګ نه دشاته پاتې کېدلولا مل نه دی، بلکې تاسې ګمان کاوه چې رسول او ملګري به يې ټول تباه شي او په مدينه کې به يې خپلو کورنيو ته را ونه ګرځي او دغه -خبره- شيطان ستاسو لپاره په زړونو کې ښايسته کړې وه، او پر خپل پالونکي مو ډېر بد ګمان وکړ چې هغه به هيڅکله دخپل نبي مرسته ونه کړي او په حقيقت کې همدا تاسې تباه کېدونکي ياست، پر الله دداسې بدګومانۍ کولو او له رسوله یې دسر غړونې له امله

وَمَن لَّمْ يُؤْمِنۢ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ فَإِنَّآ أَعْتَدْنَا لِلْكَـٰفِرِينَ سَعِيرًۭا ﴿١٣﴾

او چا چې پر الله او دهغه پر رسول ايمان نه وي راوړی هغه کافر دی، او پر الله باندې کافرانو لپاره مو دقيامت په ورځ بل شوی اور چمتو کړی چې پکې په عذابيږي به. مخ ۲ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَلِلَّهِ مُلْكُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ يَغْفِرُ لِمَن يَشَآءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَآءُ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًۭا رَّحِيمًۭا ﴿١٤﴾

او يوازې الله لره دآسمانونو او ځمکې پاچايي ده، له بندګانو يې چې چاته وغواړي ګناهونه يې ورته بښي، نو په خپله پېرزوينه يې جنت ته ننباسي، او چاته وغواړي په عدالت سره عذاب ورکوي، او الله له خپلو بندګانو څخه دهغه چا بښونکی دی چې توبه وباسي، پر هغوی مهربان دی

سَيَقُولُ ٱلْمُخَلَّفُونَ إِذَا ٱنطَلَقْتُمْ إِلَىٰ مَغَانِمَ لِتَأْخُذُوهَا ذَرُونَا نَتَّبِعْكُمْ ۖ يُرِيدُونَ أَن يُبَدِّلُوا۟ كَلَـٰمَ ٱللَّهِ ۚ قُل لَّن تَتَّبِعُونَا كَذَٰلِكُمْ قَالَ ٱللَّهُ مِن قَبْلُ ۖ فَسَيَقُولُونَ بَلْ تَحْسُدُونَنَا ۚ بَلْ كَانُوا۟ لَا يَفْقَهُونَ إِلَّا قَلِيلًۭا ﴿١٥﴾

ای مؤمنانو کله چې تاسو دخيبر دهغو ولجو خواته ولاړ شئ چې دحديبيې له سولې وروسته الله يې له تاسو سره ژمنه کړې ده ترڅو يې ترلاسه کړئ، هغه کسان چې الله شاته پرې اېښې دي وايي به: موږ هم پرېږدئ له تاسو سره ووځو ترڅو څه تر لا سه کړو، دغه شاته پاتې کړل شوي غواړي ترڅو په دغه غوښتنه دالله هغه ژمنه بدله کړي چې له مؤمنانو سره يې دحديبيې له سولې وروسته کړې ده چې يوازې هغوی ته به دخيبر ولجې ورکوي، ای رسوله! هغوی ته ووايه: هيڅکله به موږ پسې دغو ولجو ته را نه شئ، پرته له شکه الله له موږ سره ژمنه کړې چې دخيبر ولجې به يوازې دهغه چا لپاره وي چې په حديبيه کې حاضر و، نو ژر به هغوی وايي: په تاسو پسې خيبر ته له درتګ څخه ستاسو له خوا زموږ منع کول دالله په امر سره نه دي بلکې ستاسو له خوا زموږ سره دکينې له امله دي، خو امر داسې نه دی لکه دغو شاته پاتې کړل شويو چې فکر کړی، بلکې هغوی ډېر لږ دالله پر امرونو او نواهيوو پوهيږي، نو ځکه يې په سرغړونه کې اخته شوي دي

قُل لِّلْمُخَلَّفِينَ مِنَ ٱلْأَعْرَابِ سَتُدْعَوْنَ إِلَىٰ قَوْمٍ أُو۟لِى بَأْسٍۢ شَدِيدٍۢ تُقَـٰتِلُونَهُمْ أَوْ يُسْلِمُونَ ۖ فَإِن تُطِيعُوا۟ يُؤْتِكُمُ ٱللَّهُ أَجْرًا حَسَنًۭا ۖ وَإِن تَتَوَلَّوْا۟ كَمَا تَوَلَّيْتُم مِّن قَبْلُ يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًۭا ﴿١٦﴾

ای رسوله! له بانډه چيانو چې څوک له تا سره مکې ته له تګه شاته پاتې شوي دي هغوی ته دازموينې په توګه ووايه: ژر به تاسو دداسې قوم جنګ ته ور وبلل شئ چې په جنګ کې دځواک څښتنان دي، تاسو به له هغوی سره دالله په لا ر کې جګړه کوئ، او يا به هغوی په اسلام کې پرته له جنګه داخليږي، که چېرې تاسو په هغه څه کې دالله پيروي وکړئ چې دهغوی جګړې ته ور بلل شوي ياست ښه بدله به يې درکړي چې هغه جنت دی، او که له پيروۍ يې مخ واړوئ لکه چې له هغه سره مکې ته له تګه شاته پاتې شوي واست دردوونکی عذاب به درکړي

لَّيْسَ عَلَى ٱلْأَعْمَىٰ حَرَجٌۭ وَلَا عَلَى ٱلْأَعْرَجِ حَرَجٌۭ وَلَا عَلَى ٱلْمَرِيضِ حَرَجٌۭ ۗ وَمَن يُطِعِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ يُدْخِلْهُ جَنَّـٰتٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ ۖ وَمَن يَتَوَلَّ يُعَذِّبْهُ عَذَابًا أَلِيمًۭا ﴿١٧﴾

څوک چې دړوندوالي، ګوډوالي او ناروغۍ له امله معذور وي پر هغو کومه ګناه نشته کله چې دالله په لا ر کې له جګړې شاته پاتې شي، څوک چې دالله او دهغه د رسول پيروي وکړي داسې جنتونو ته به يې ننباسي چې تر ماڼيو او ونولا ندې يې ويالې بهيږي، او څوک يې چې له پيروۍ سرغړونه وکړي الله به دردوونکی عذاب ورکړي

۞ لَّقَدْ رَضِىَ ٱللَّهُ عَنِ ٱلْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ ٱلشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِى قُلُوبِهِمْ فَأَنزَلَ ٱلسَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَـٰبَهُمْ فَتْحًۭا قَرِيبًۭا ﴿١٨﴾

فتحا قريبا پرته له شکه الله له مؤمنانو راضي شو په داسې حال کې چې هغوی په حديبيه کې تر ونې لا ندې ستا سره درضوان بيعت کولو، نو پر هغه څه پوه شو چې دهغوی په زړونو کې کوم ايمان، اخلاص او رېښتينولي وه، الله دهغوی پر زړونو ډاډ نازل کړ، او پر دغه يې دنېږدې بريا بدله ورکړه چې هغه دخيبر فتحه ده، دا دهغه څه په بدل کې چې هغوی مکې ته له ننوتلو پاتې شوي وو

وَمَغَانِمَ كَثِيرَةًۭ يَأْخُذُونَهَا ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًۭا ﴿١٩﴾

او هغوی ته يې ډېرې ولجې ورکړې چې دخيبر له خلکو يې ترلاسه کوي، او الله داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په خپل پيدايښت[دمخلوق په پیدایښت]، تقدير او تدبير کې دحکمت څښتن دی. مخ ۳ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَعَدَكُمُ ٱللَّهُ مَغَانِمَ كَثِيرَةًۭ تَأْخُذُونَهَا فَعَجَّلَ لَكُمْ هَـٰذِهِۦ وَكَفَّ أَيْدِىَ ٱلنَّاسِ عَنكُمْ وَلِتَكُونَ ءَايَةًۭ لِّلْمُؤْمِنِينَ وَيَهْدِيَكُمْ صِرَٰطًۭا مُّسْتَقِيمًۭا ﴿٢٠﴾

ويهديكم صرطا م ستقيما ای مؤمنانو! الله له تاسو سره دډېرو ولجو ژمنه کړې چې په راتلونکي کې يې په اسلامي فتحو(برياوو) کې ترلاسه کړئ، دخيبر ولجې يې په بيړه درکړې، ديهودانولا سونه يې منع کړل کله چې هغوی غوښتل چې له تاسو وروسته ستاسو عيال ته ورسيږي، او دا ددې لپاره چې دغه بېړنۍ ولجې دالله له لوري ستاسو دمرستې او تاييد نښانه وي، او الله داسې نېغه لا ر درته ښيي چې هيڅ کوږوالی پکې نشته

وَأُخْرَىٰ لَمْ تَقْدِرُوا۟ عَلَيْهَا قَدْ أَحَاطَ ٱللَّهُ بِهَا ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرًۭا ﴿٢١﴾

او الله دنورو ولجو ژمنه هم درسره کړې ده چې په دغه وخت کې تاسو پرې نه يی توانېدلي، يوازې الله پر هغو ځواکمن دی، او هغه دالله په پوهه اوتدبير کې دي، او الله پر هر څه ځواکمن دی، هيڅ شی یي نه شي عاجزولای. ي

وَلَوْ قَـٰتَلَكُمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَوَلَّوُا۟ ٱلْأَدْبَـٰرَ ثُمَّ لَا يَجِدُونَ وَلِيًّۭا وَلَا نَصِيرًۭا ﴿٢٢﴾

او ای مؤمنانو! که چېرې هغه کسان درسره جنګېدلي وای چې پر الله او دهغه پر رسول يې کفر کړی، هرومرو به يې ستاسو پر وړاندې دتېښتې او ماتې په حال کې شاوې دراړولې وای، بيا به يې نه کوم دوست موندلی چې چارې يې سمبال کړې وای او نه به يې کوم مرستندوی موندلی چې ستاسو پرخلاف جګړه کې يې مرسته ورسره کړې وای

سُنَّةَ ٱللَّهِ ٱلَّتِى قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلُ ۖ وَلَن تَجِدَ لِسُنَّةِ ٱللَّهِ تَبْدِيلًۭا ﴿٢٣﴾

دمؤمنانو بريا او دکافرانو ماتې په هر وخت او ځای کې ثابته ده، هغه له دغو درواغ ګڼونکو مخکې په تېرو امتونو کې دالله تګلاره ده او ای رسوله! هېڅکله به دالله تګللارې لره بدلون ونه مومې

وَهُوَ ٱلَّذِى كَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ عَنْهُم بِبَطْنِ مَكَّةَ مِنۢ بَعْدِ أَنْ أَظْفَرَكُمْ عَلَيْهِمْ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا ﴿٢٤﴾

بص يرا او الله همغه ذات دی چې دمشرکانولا سونه يې له تاسو ايسار کړل کله چې شاوخا اتيا کسانو غوښتل په حديبيه کې تاسو ته ضرر ورسوي، او ستاسولا سونه يې له هغوی ايسار کړل، چې نه مو هغوی ووژل او نه مو آزار کړل، بلکې هغوی مو وروسته له دې آزاد کړل چې دهغوی پر نيولو یې ځواکمن کړئ، او الله دهغه څه ليدونکی وچې کول مو، له هغه ستاسو له کړنو هيڅ هم نه پټيږي

هُمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَصَدُّوكُمْ عَنِ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ وَٱلْهَدْىَ مَعْكُوفًا أَن يَبْلُغَ مَحِلَّهُۥ ۚ وَلَوْلَا رِجَالٌۭ مُّؤْمِنُونَ وَنِسَآءٌۭ مُّؤْمِنَـٰتٌۭ لَّمْ تَعْلَمُوهُمْ أَن تَطَـُٔوهُمْ فَتُصِيبَكُم مِّنْهُم مَّعَرَّةٌۢ بِغَيْرِ عِلْمٍۢ ۖ لِّيُدْخِلَ ٱللَّهُ فِى رَحْمَتِهِۦ مَن يَشَآءُ ۚ لَوْ تَزَيَّلُوا۟ لَعَذَّبْنَا ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿٢٥﴾

هغوی داسې کسان دي چې پر الله او دهغه پر رسول يې کفر کړی، او تاسو يې دمسجد حرام څخه ايسار کړي ياست، اود قربانۍ څاروي يې ايسار کړي چې د حلالې ځای حرم ته له رسېدو بند پاتې شوي دي، او که چېرې پر الله باور کوونکي نارينه او پر هغه باورکوونکې ښځې نه وای چې تاسو يې نه پېژنئ کېدای شي له کافرانو سره يې يوځای ووژنئ، چې دوژلو له امله به يې پرتاسو ګناه او ديت راشي پرته له دې چې تاسې پرې پوه وئ، نو تاسې ته به يې دمکې دفتحې پر مهال اجازه درکړې وای ترڅو الله په خپله لورېينه کې دمؤمنانو غوندې په مکه کې هغه څوک داخل کړي چې غواړي يې، که چېرې هغه کسان چې کفر يې کړی په مکه کې له مؤمنانو بېل شي هرومرو به موږ هغو کسانو ته چې پر الله او دهغه پر رسول يې کفر کړی دردوونکې سزا ورکړو. مخ ۴ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

إِذْ جَعَلَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فِى قُلُوبِهِمُ ٱلْحَمِيَّةَ حَمِيَّةَ ٱلْجَـٰهِلِيَّةِ فَأَنزَلَ ٱللَّهُ سَكِينَتَهُۥ عَلَىٰ رَسُولِهِۦ وَعَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ وَأَلْزَمَهُمْ كَلِمَةَ ٱلتَّقْوَىٰ وَكَانُوٓا۟ أَحَقَّ بِهَا وَأَهْلَهَا ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمًۭا ﴿٢٦﴾

ى ه کله چې هغوکسانو چې پر الله او دهغه پر رسول يې کفر کړی وو په خپلو زړونو کې ننګ واچولو دجاهليت ننګ چې دحق له ثابتولو سره يې هيڅ تړاو نه لرلو بلکې د هوسونو سره تړاو لرلو، نو دحديبيې په کال يې درسول الله صلی الله عليه وسلم له ورننوتلو ننګ وکړ، ددغې خبرې له وېرې چې هغه پرې برلاسی شو، نو الله له خپل لوري پر رسول يې ډاډ را نازل کړ او پر مؤمنانو يې هم را نازل کړ، نو پر هغوی دمشرکانو مقابلې ته دهغوی دکړنې غوندې غوسه رانغله، او الله پر مؤمنانو حق کلمه لا زمه کړه چې هغه لا اله الا الله ده، او دا چې دهغې حق پر ځای کړي چې هغوی پر ځای هم کړ، او مؤمنان دنورو په پرتله ډېر ددغې کلمې حقداره وو، او د دغې کلمې وړ وو ځکه الله دهغوی په زړونو کې پر ښېګڼه پوهېدی، او الله پر هرڅه ښه پوه واو له هغه هيڅ هم نه پټيږي

لَّقَدْ صَدَقَ ٱللَّهُ رَسُولَهُ ٱلرُّءْيَا بِٱلْحَقِّ ۖ لَتَدْخُلُنَّ ٱلْمَسْجِدَ ٱلْحَرَامَ إِن شَآءَ ٱللَّهُ ءَامِنِينَ مُحَلِّقِينَ رُءُوسَكُمْ وَمُقَصِّرِينَ لَا تَخَافُونَ ۖ فَعَلِمَ مَا لَمْ تَعْلَمُوا۟ فَجَعَلَ مِن دُونِ ذَٰلِكَ فَتْحًۭا قَرِيبًا ﴿٢٧﴾

پرته له شکه چې الله خپل رسول ته په حقه خوب ور رېښتينی کړ کله چې هغه خپل ځان په خوب کې وليد او خپل ملګري يې پرې خبرل کړل، هغه دا چې هغه او ملګري يې دالله کور حرام ته له خپل دښمنه څخه په امن کې ننوځي، ځينې يې دخپلو سرونو خريونکي او ځينې نور يې لنډوونکي وو چې دحج دمراسمو دپای ته رسېدو څرګندوينه يې کوله. نو ای مؤمنانو الله ستاسو پر مصلحت پوه و، چې تاسو په خپله پرې نه پوهېدئ، نو دخوب له ثابتوالي پرته چې مکې ته داخلیدل وهمدغه کال یې نېږدې فتحه (بريا) وګرځوله، او دخيبر فتحه يې ورپسې کړه دهغو مؤمنانو پر لا س چې په حديبيه کې حاضر شوي وو

هُوَ ٱلَّذِىٓ أَرْسَلَ رَسُولَهُۥ بِٱلْهُدَىٰ وَدِينِ ٱلْحَقِّ لِيُظْهِرَهُۥ عَلَى ٱلدِّينِ كُلِّهِۦ ۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ شَهِيدًۭا ﴿٢٨﴾

الله همغه ذات دی چې خپل رسول محمد صلی الله عليه وسلم يې له څرګند بيان او داسې حق دين سره لېږلی چې هغه داسلام دين دی، ترڅو يې پر نورو ټولومخالفو دينونو لوړ کړي، او پرته له شکه الله پر دې شاهدي ورکړې او الله دشاهد په توګه بسنه کوي

مُّحَمَّدٌۭ رَّسُولُ ٱللَّهِ ۚ وَٱلَّذِينَ مَعَهُۥٓ أَشِدَّآءُ عَلَى ٱلْكُفَّارِ رُحَمَآءُ بَيْنَهُمْ ۖ تَرَىٰهُمْ رُكَّعًۭا سُجَّدًۭا يَبْتَغُونَ فَضْلًۭا مِّنَ ٱللَّهِ وَرِضْوَٰنًۭا ۖ سِيمَاهُمْ فِى وُجُوهِهِم مِّنْ أَثَرِ ٱلسُّجُودِ ۚ ذَٰلِكَ مَثَلُهُمْ فِى ٱلتَّوْرَىٰةِ ۚ وَمَثَلُهُمْ فِى ٱلْإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْـَٔهُۥ فَـَٔازَرَهُۥ فَٱسْتَغْلَظَ فَٱسْتَوَىٰ عَلَىٰ سُوقِهِۦ يُعْجِبُ ٱلزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ ٱلْكُفَّارَ ۗ وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ مِنْهُم مَّغْفِرَةًۭ وَأَجْرًا عَظِيمًۢا ﴿٢٩﴾

ى ى ى محمد دالله رسول دی او له هغه سره ملګري يې پر جنګياليو کافرانو سخت دي، په خپلو منځو کې مهربانه، له يو بل سره نرمي کوونکي او مينه کوونکي دي، ای ليدونکيه! ته به يې الله پاک لره رکوع کوونکي او سجده کوونکي وينې، له الله به غواړي چې په بښنه او پتمنه بدله پېرزوينه پرې وکړي، او دا چې ترې راضي شي، نښانه يې په مخونو کې دسجدو آثار دي چې لا رښوونه، ښېګڼه او دلمانځه رڼا يې په مخونو کې ده، دا يې هغه صفت دی چې پر موسی عليه السلام نازل کړل شوي کتاب تورات يې بيان کړی، او پر عيسی عليه السلام نازل کړل شوي کتاب انجيل کې يې بېلګه داسې ده چې هغوی په خپل منځي مرسته او بشپړوالي کې دهغه کښت (شینګيا) غوندې دي چې کوچنی را پورته شي، پیاوړی او مضبوط شي، پر خپلو ډنډرونو ودريږي، کروندګر ته دهغه پياوړتيا او بشپړوالی خوند ورکوي، ترڅو کافران پرې په غوسه کړي، ځکه هغوی پياوړتيا، ټينګښت او بشپړوالی پکې ويني، او الله دصحابه وو له هغه کسانو سره چې پر الله يې ايمان راوړی او ښه کارونه يې کړي دي دهغوی دګناهونو دبښنې ژمنه کړې ده چې پر هغو به يې نه نيسي، او له خپل لوري يې دلويې بدلې ژمنه کړې ده چې هغه جنت دی. مخ ۵ له ۵ moc.hgelp

زده کړه · الفتح — Al-Fath

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې