کورتفسیرمحمد (٤٧)

تفسیر محمد — Muhammad (47)

مدني · ٣٨ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَصَدُّوا۟ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ أَضَلَّ أَعْمَـٰلَهُمْ ﴿١﴾

کومو کسانو چې پر الله کفر کړی او خلک يې دالله له دينه راګرځولي دي، الله دهغوی عملونه له منځه وړي دي

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ وَءَامَنُوا۟ بِمَا نُزِّلَ عَلَىٰ مُحَمَّدٍۢ وَهُوَ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ ۙ كَفَّرَ عَنْهُمْ سَيِّـَٔاتِهِمْ وَأَصْلَحَ بَالَهُمْ ﴿٢﴾

بالهم او هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی، او ښه کارونه يې کړي، او پر هغه څه يې ايمان راوړی چې الله يې پر خپل رسول محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړي او هغه يې دخپل پالونکي له لوري حق هم دي، الله به دهغوی ناوړه کړنې ورڅخه ورژوي، نو پر هغو به يې نه نيسي، او دنيوي او اخروي چارې به يې ورته سمې کړي

ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ٱتَّبَعُوا۟ ٱلْبَـٰطِلَ وَأَنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱتَّبَعُوا۟ ٱلْحَقَّ مِن رَّبِّهِمْ ۚ كَذَٰلِكَ يَضْرِبُ ٱللَّهُ لِلنَّاسِ أَمْثَـٰلَهُمْ ﴿٣﴾

أمثلهم دغه ددواړو ډلو لپاره ياده شوې بدله دهغه څه له امله ده، چې کومو کسانو چې پر الله کفر کړی او دباطل پيروي يې کړې وه، او کومو کسانو چې پر الله او دهغه پر رسول ايمان راوړی او دخپل پالونکي له لوري یې دحق پيروي کړې ده، نو دهغوی دواړو بدلې سره بېلې بېلې شوې، دهغوی دهڅو دبېلوالي له کبله، لکه څنګه چې الله په دواړو ډلو کې خپله پرېکړه بيان کړه، يوه ډله دمؤمنانو او بله ډله دکافرانو، الله دخلکو لپاره بېلګې بيانوي، نو يوه بېلګه له بلې بېلګې سره نښلوي

فَإِذَا لَقِيتُمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فَضَرْبَ ٱلرِّقَابِ حَتَّىٰٓ إِذَآ أَثْخَنتُمُوهُمْ فَشُدُّوا۟ ٱلْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنًّۢا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَآءً حَتَّىٰ تَضَعَ ٱلْحَرْبُ أَوْزَارَهَا ۚ ذَٰلِكَ وَلَوْ يَشَآءُ ٱللَّهُ لَٱنتَصَرَ مِنْهُمْ وَلَـٰكِن لِّيَبْلُوَا۟ بَعْضَكُم بِبَعْضٍۢ ۗ وَٱلَّذِينَ قُتِلُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ فَلَن يُضِلَّ أَعْمَـٰلَهُمْ ﴿٤﴾

ه يضل أعملهم ای مؤمنانو! کله چې دهغو کسانو له جنګياليو سره مخ شئ چې کفر يې کړی، نو پر خپلو تورو مو دهغوی غاړې ووهئ، دهغوی دوژلو لړۍ جاري وساتئ ( ددې لپاره تر څو) دهغوی دبدبه له بېخه وباسئ، کله مو چې په هغوی کې وژنه زياته کړه، نو بيا يې بنديان ونيسئ، کله مو چې بنديان کړل، بيا دمصلحت له غوښتنې سره سم تاسو اختيار لرئ، پرته له بدلې څخه په احسان دهغوی دآزادولو او يا دمال يا بل څه په بدله کې داخستلو، دهغوی وژلو او بندي کولو ته همداسې ادامه ورکړئ ترڅو دکافرانو په اسلام راوړلو او يا تړون کولو جګړه پای ته ورسيږي. دغه ياد شوې دمؤمنانو ازموينه په کافرانو سره، دورځو ادلون بدلون او دځينو پر ځينو برلاسي کېدل دالله پرېکړه ده، که چېرې الله پرته له جګړې پر کافرانو برلاسي غوښتی نو پرې برلاسي کړي به يې وای، خو الله جهاد روا کړی ترڅو ستاسو ځينې پر ځينو نورو وازمايي، نو له مؤمنانو هغه ازمایي چې جهاد کوي او هغه چې جهاد نه کوي، او کافر په مؤمن ازمایي، که چېرې مؤمن ووژل شي جنت ته به ننوزي او که مؤمن کافر ووژني هغه کافر به دوزخ ته ننوزي، او کوم کسان چې دالله په لا ر کې وژل شوي الله به هېڅکله دهغوی اعمال باطل نه کړي. سيهديهم ويص لح بالهم

سَيَهْدِيهِمْ وَيُصْلِحُ بَالَهُمْ ﴿٥﴾

ژر به هغوی ته په خپل دنيوي ژوند کې دحق دپيروۍ توفيق ورکړي او حال به يې سم کړي

وَيُدْخِلُهُمُ ٱلْجَنَّةَ عَرَّفَهَا لَهُمْ ﴿٦﴾

او دقيامت په ورځ به يې هغه جنت ته ننباسي چې په دنيا کې يې دهغه صفتونه ورته بيان کړي دي، نو هغوی پېژندلی دی او په آخرت کې په جنت کې يې هغوی ته خپل هستوګنځي ورپېژندلي دي. مخ ۱ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِن تَنصُرُوا۟ ٱللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ ﴿٧﴾

ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او پر هغه څه مو عمل کړی چې درته روا کړي يې دي! که تاسې دالله مرسته وکړه، دهغه دنبي او ددين په مرسته کولو سره او دکافرانو سره په جګړه کولو، نو هغه به ستاسو سره مرسته وکړي پر هغوی باندې په برلاسي کولو سره، او دهغوی سره په جګړه کې به ستاسې پښې در ټينګې کړي

وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فَتَعْسًۭا لَّهُمْ وَأَضَلَّ أَعْمَـٰلَهُمْ ﴿٨﴾

او هغه کسان چې پر الله او دهغه پر رسول يې کفر کړی، هغوی لره زيان او تباهي ده، او الله به دهغوی دکړنو بدله له منځه يوسي

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَرِهُوا۟ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَـٰلَهُمْ ﴿٩﴾

پر هغوی دغه پرېوتونکې سزا له دې امله ده ځکه هغوی هغه څه بد وګڼل چې الله له قران څخه پر خپل رسول نازل کړي و، ځکه په هغو کې دالله يووالی و، نو الله د هغوی کړنې له منځه يوړې، نو هغوی په دنيا او آخرت کې زيانمن شول

۞ أَفَلَمْ يَسِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَيَنظُرُوا۟ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ دَمَّرَ ٱللَّهُ عَلَيْهِمْ ۖ وَلِلْكَـٰفِرِينَ أَمْثَـٰلُهَا ﴿١٠﴾

آيا دغه درواغ ګڼونکي په ځمکه کې نه دي ګرځېدلي، تر څو یې لیدلی وای چې له هغوی مخکې دهغو کسانو پايله څنګه شوه کومو چې تکذيب کړی وو، پايله يې ډېره دردوونکې وه، الله پر هغوی هستوګنځي ور چپه کړل، هغوی يې تباه کړل، دهغوی اولادونه او مالونه يې ورتباه کړل، او دکافرانو لپاره به په هرځای او هر وخت کې دا ډول سزاوې وي

ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ مَوْلَى ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَأَنَّ ٱلْكَـٰفِرِينَ لَا مَوْلَىٰ لَهُمْ ﴿١١﴾

دغه ددواړو ډلو لپاره ياده شوې بدله ځکه ده چې الله دهغوکسانو مرستندوی دی چې پر هغه يې ايمان راوړی، او کافرانو لره کوم مرستندوی نشته

إِنَّ ٱللَّهَ يُدْخِلُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ جَنَّـٰتٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ ۖ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ يَتَمَتَّعُونَ وَيَأْكُلُونَ كَمَا تَأْكُلُ ٱلْأَنْعَـٰمُ وَٱلنَّارُ مَثْوًۭى لَّهُمْ ﴿١٢﴾

پرته له شکه الله هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی او نېک کارونه يې کړي دي داسې جنتونو ته ننباسي چې ترماڼيو او ونولا ندې يې ويالې بهيږي، او هغه کسان چې پر الله او دهغه پر رسول يې کفر کړی په دنيا کې دخپلو نفسي غوښتنو په پيروۍ څه(لږه) ګټه پورته کوي، خوراک کوي لکه دڅارویو په څېر، يوازې له خېټو او فرجونو سره يې اندېښنه وي، او دقيامت په ورځ اور دهغوی داسې هستوګنځی دی چې پناه به وروړي

وَكَأَيِّن مِّن قَرْيَةٍ هِىَ أَشَدُّ قُوَّةًۭ مِّن قَرْيَتِكَ ٱلَّتِىٓ أَخْرَجَتْكَ أَهْلَكْنَـٰهُمْ فَلَا نَاصِرَ لَهُمْ ﴿١٣﴾

او دپخوانيو امتونو له کليو څخه څومره داسې کلي وو چې دځواک له پلوه پياوړي او دمالونو او اولادونو له پلوه دهغې مکې څخه زيات وو چې خلکو يې ته ترې اېستلی يې، موږ هغوی تباه کړل ځکه هغوی يې رسولان درواغجن وګڼل، نو هغوی لره کوم مرستندوی نه وچې دالله له عذابه يې ژغورلي وای کله چې ورته راغی، نو دمکې دخلکو تباهي مو هم نه شي بې وسې کولای که مو هغه وغوښتله

أَفَمَن كَانَ عَلَىٰ بَيِّنَةٍۢ مِّن رَّبِّهِۦ كَمَن زُيِّنَ لَهُۥ سُوٓءُ عَمَلِهِۦ وَٱتَّبَعُوٓا۟ أَهْوَآءَهُم ﴿١٤﴾

آيا هغه څوک چې دخپل پالونکي له لورې ښکاره دليل او څرګند حجت ولري او په بصيرت سره یې عبادت کوي، دهغه چا غوندې دی چې شيطان يې ناوړه کړنه ورته ښايسته کړې او دهغه څه پيروي يې کړې چې نفسي غوښتنو يې ورکاږه کړي دي لکه دبوتانو عبادت، دګناهونو ترسره کول او درسولانو درواغجن ګڼل؟!. مخ ۲ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

مَّثَلُ ٱلْجَنَّةِ ٱلَّتِى وُعِدَ ٱلْمُتَّقُونَ ۖ فِيهَآ أَنْهَـٰرٌۭ مِّن مَّآءٍ غَيْرِ ءَاسِنٍۢ وَأَنْهَـٰرٌۭ مِّن لَّبَنٍۢ لَّمْ يَتَغَيَّرْ طَعْمُهُۥ وَأَنْهَـٰرٌۭ مِّنْ خَمْرٍۢ لَّذَّةٍۢ لِّلشَّـٰرِبِينَ وَأَنْهَـٰرٌۭ مِّنْ عَسَلٍۢ مُّصَفًّۭى ۖ وَلَهُمْ فِيهَا مِن كُلِّ ٱلثَّمَرَٰتِ وَمَغْفِرَةٌۭ مِّن رَّبِّهِمْ ۖ كَمَنْ هُوَ خَـٰلِدٌۭ فِى ٱلنَّارِ وَسُقُوا۟ مَآءً حَمِيمًۭا فَقَطَّعَ أَمْعَآءَهُمْ ﴿١٥﴾

دهغه جنت صفت چې الله يې دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو سره له متقيانو سره ژمنه کړې ده چې هغوی به ور ننباسي: داسې دی چې په هغو کې داوبو داسې ويالې دي چې دزيات ځنډ له امله يې بوی او خوند نه بدليږي، او دشيدو داسې ويالې دي پکې چې خوند يې نه خرابيږي، په هغو کې دڅښونکو لپاره دخوندورو شرابو ويالې دي او دداسې ګبينو (شهدو) ويالې دي چې دبل څه له ګډوالي څخه به پاک وي، او هغوی لره پکې هرډول مېوې دي چې هغوی يې غواړي، او ددغو ټولو سربېره هغوی لره دالله له لوري دهغوی دګناهونو له منځه وړل دي، چې پر هغو به يې نه نيسي، آيا هغه څوک چې دا ډول بدله يې وي له هغه چا سره برابرېدلای شي چې هغه تل په اور کې وي او هيڅکله نه ترې وځي، او سختې ګرمې اوبه ورڅښل کيږي، تر دې چې دخېټو کولمې يې دسخت ګرموالي له امله ټوټې ټوټې شي؟!

وَمِنْهُم مَّن يَسْتَمِعُ إِلَيْكَ حَتَّىٰٓ إِذَا خَرَجُوا۟ مِنْ عِندِكَ قَالُوا۟ لِلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْعِلْمَ مَاذَا قَالَ ءَانِفًا ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ طَبَعَ ٱللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ وَٱتَّبَعُوٓا۟ أَهْوَآءَهُمْ ﴿١٦﴾

ى او ای رسوله! له منافقانو ځينې تاته داسې غوږ نيسي چې مني يې نه، بلکې له مخ اړولو سره وي، تر دې چې کله له تا بېرون ووځي، هغو خلکو ته وايي چې الله پوهه ورکړې: هغه په خپلو نېږدو خبرو کې څه وويل؟ دځان په ناپوهه نيولو او مخ اړولو سره، همدوی هغه کسان دي چې الله يې پر زړونو ټاپه وهلې، نو ښېګڼې ته نه رسيږي، او دخپلو هوسونو پيروي يې کړې چې له حقه يې ړانده کړي دي

وَٱلَّذِينَ ٱهْتَدَوْا۟ زَادَهُمْ هُدًۭى وَءَاتَىٰهُمْ تَقْوَىٰهُمْ ﴿١٧﴾

او هغو کسانو چې حق لا رې او دهغه څه پیروۍ ته يې لا رموندلې چې رسول صلی الله عليه وسلم ورسره راغلی، هغوی ته به يې پالونکی لا رښوونه او ښېګڼې ته توفيق لا ورزيات کړی، او پر هغه څه عمل کول يې ورښودلي چې له اوره يې ساتي

فَهَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا ٱلسَّاعَةَ أَن تَأْتِيَهُم بَغْتَةًۭ ۖ فَقَدْ جَآءَ أَشْرَاطُهَا ۚ فَأَنَّىٰ لَهُمْ إِذَا جَآءَتْهُمْ ذِكْرَىٰهُمْ ﴿١٨﴾

نو آيا کافران دقيامت له ناڅاپه راتګ پرته چې هغوی لره دې پرې پخوانۍ پوهه وي دبل څه انتظار کوي؟! نښانې خو يې راغلې دي، چې له هغو دنبي صلی الله عليه وسلم رالېږل او دسپوږمۍ چاودېدل دي، نو څنګه به هغوی پند واخلي کله چې هغوی لره قيامت راشي؟

فَٱعْلَمْ أَنَّهُۥ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا ٱللَّهُ وَٱسْتَغْفِرْ لِذَنۢبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُؤْمِنَـٰتِ ۗ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوَىٰكُمْ ﴿١٩﴾

نو ای رسوله! ډاډمن اوسه( پر دې چې) له الله پرته بل معبود نشته، او دخپلوګناهونو، دمؤمنو نارينه او مؤمنو ښځينه وو لپاره له الله نه بښنه وغواړه، الله ستاسو دورځې په تصرف او دشپې په هستوګنځي پوهيږي، له دې څېزونو څخه هیڅ هم له الله څخه پټ ندي

وَيَقُولُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَوْلَا نُزِّلَتْ سُورَةٌۭ ۖ فَإِذَآ أُنزِلَتْ سُورَةٌۭ مُّحْكَمَةٌۭ وَذُكِرَ فِيهَا ٱلْقِتَالُ ۙ رَأَيْتَ ٱلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌۭ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ نَظَرَ ٱلْمَغْشِىِّ عَلَيْهِ مِنَ ٱلْمَوْتِ ۖ فَأَوْلَىٰ لَهُمْ ﴿٢٠﴾

او هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی په دې هيله چې الله يې پر خپل رسول داسې يو سورت را نازل کړي چې دجهاد پر حکم مشتمل وي وايي: ولې الله داسې سورت نازل نه کړ چې دجهاد بيان وي پکې، خو کله چې الله داسې سورت رانازل کړ چې په خپل بيان او حکمونو کې محکم دی دجهاد بيان پکې راغلی، ای رسوله! له منافقانو به هغه کسان چې په زړونو کې يې دشک ناروغي ده ووينې داسې به درته ګوري لکه پر چا چې دسختې وېرې او ډار پرده خوره وي، نو الله هغوی ته ژمنه ورکوي چې دهغوی عذاب رارسېدلی او نېږدې دی دغه عذاب په سبب دیریدلو ددوی او په شا کیدلو ددوی له جهاده. مخ ۳ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

طَاعَةٌۭ وَقَوْلٌۭ مَّعْرُوفٌۭ ۚ فَإِذَا عَزَمَ ٱلْأَمْرُ فَلَوْ صَدَقُوا۟ ٱللَّهَ لَكَانَ خَيْرًۭا لَّهُمْ ﴿٢١﴾

دا چې هغوی دالله پيروي وکړي، او داسې ښه وينا وکړي چې هيڅ ناروا پکې نه وي دا به هغوی لره غوره وي، خو کله چې جهاد فرض شو او چاره سخته شوه، که چېرې هغوی پر الله ايمان راوړلو او دهغه په پيروۍ کې رېښتيني ودا به هغوی لره له نفاق او دالله له امرونو څخه دسرغړونې نه غوره وای

فَهَلْ عَسَيْتُمْ إِن تَوَلَّيْتُمْ أَن تُفْسِدُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ وَتُقَطِّعُوٓا۟ أَرْحَامَكُمْ ﴿٢٢﴾

او ستاسو له حاله غالب دا ښکاري چې که پر الله له ايمان راوړلو او دهغه له پيروۍ مخ واړوئ هرومرو به تاسو په ځمکه کې په کفر او ګناهونو ورانکاری وکړئ، او د خپلوۍ اړيکې به پرې کړئ، لکه څنګه مو چې په جاهليت کې حال وو

أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ لَعَنَهُمُ ٱللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَىٰٓ أَبْصَـٰرَهُمْ ﴿٢٣﴾

دغه په ځمکه کې په ورانکارۍ او دخپلويو په پرېکولو متصف خلک هغه کسان دي چې الله له خپلې لورېينې لېرې کړې دي، او دهغوی غوږونه يې دحق له اورېدلو، منلو او باور کولو څخه کاڼه کړي دي او دباور له ليدلو يې ړانده کړي دي[عبرت نه اخلي]

أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ ٱلْقُرْءَانَ أَمْ عَلَىٰ قُلُوبٍ أَقْفَالُهَآ ﴿٢٤﴾

ولې دغو له قرآنه مخ اړوونکو غور نه دی کړی او په هغو کې يې فکر نه دی کړی؟! که چېرې يې غور پکې کړی وای، نو هرې ښېګڼې ته به يې دهغوی لا رښوونه کړې وای، او له هر شره به يې لرې کړي وای، يا ددغو خلکو پر زړونو داسې تالې دي چې تړل يې ور محکم کړي دي، چې هيڅ پند نه ورته رسيږي، او هيڅ نصيحت ګټه نه ورته رسوي؟!

إِنَّ ٱلَّذِينَ ٱرْتَدُّوا۟ عَلَىٰٓ أَدْبَـٰرِهِم مِّنۢ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ ٱلْهُدَى ۙ ٱلشَّيْطَـٰنُ سَوَّلَ لَهُمْ وَأَمْلَىٰ لَهُمْ ﴿٢٥﴾

پرته له شکه هغه کسان چې له ايمانه کفر او نفاق ته ورګرځېدلي، وروسته لدې چې حجت پرې قائم شو، او دنبي صلی الله عليه وسلم رېښتينولي هم ورته څرګنده شوه، همغه شيطان دی چې هغوی ته يې کفراو نفاق ښايسته کړی او آسانه کړی، او دارزو په اوږدوالي يې هيله مند کړي دي

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا۟ لِلَّذِينَ كَرِهُوا۟ مَا نَزَّلَ ٱللَّهُ سَنُطِيعُكُمْ فِى بَعْضِ ٱلْأَمْرِ ۖ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ إِسْرَارَهُمْ ﴿٢٦﴾

دغه هغوی ته حاصله شوې لا ر ورکي له دې امله ده چې هغوی په پټه هغو مشرکانو ته ویل چې دالله له لوري دهغه پر رسول نازله کړې وحي به يې نه خوښوله، موږ به زر په ځينو چارو لکه له جګړې څخه په وروسته پاتې کېدو کې ستاسو پيروي وکړو، او الله پر هغه څه پوهيږي چې هغوی يې څرګندوي او پټوي، پر هغه هيڅ هم پټ نه دي، نو څه ته يې چې خوښه شي خپل رسول صلی الله عليه وسلم ته يې ښکاره کوي

فَكَيْفَ إِذَا تَوَفَّتْهُمُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَـٰرَهُمْ ﴿٢٧﴾

نو څنګه به يې وينې په هغه عذاب او بد حالت کې چې کله يې چې دساه پر اخېستلو ګومارل شوې پرېښتې ساه اخلي، مخونه او څټونه به يې داوسپنې په ګرزونو وهي

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمُ ٱتَّبَعُوا۟ مَآ أَسْخَطَ ٱللَّهَ وَكَرِهُوا۟ رِضْوَٰنَهُۥ فَأَحْبَطَ أَعْمَـٰلَهُمْ ﴿٢٨﴾

دغه سزا له دې امله ده چې هغوی له کفر، نفاق، دالله او دهغه درسول له دښمنۍ دهر هغه څه پيروي وکړه چې پر هغوی يې الله په غوسه کړ، او پر الله له ايمان راوړلو او دهغه درسول له پيروۍ يې هغه څه بد وګڼل چې خپل پالونکي ته يې نېږدې کول، او دهغه خوښي یې ور په برخه کوله، نو هغه کړنې يې له منځه ور يووړې. مخ ۴ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

أَمْ حَسِبَ ٱلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌ أَن لَّن يُخْرِجَ ٱللَّهُ أَضْغَـٰنَهُمْ ﴿٢٩﴾

آيا له منافقانو هغه کسان چې په زړونو کې يې شک دی ګومان کوي چې الله به هيڅکله دهغوی کينې را ونه باسي او ښکاره به يې نه کړي؟! هرومرو به يې په ازمويلو سره را وباسي، ترڅو دايمان رېښتينی له درواغجن څخه بېل شي، مؤمن څرګند او منافق رسوا شي

وَلَوْ نَشَآءُ لَأَرَيْنَـٰكَهُمْ فَلَعَرَفْتَهُم بِسِيمَـٰهُمْ ۚ وَلَتَعْرِفَنَّهُمْ فِى لَحْنِ ٱلْقَوْلِ ۚ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ أَعْمَـٰلَكُمْ ﴿٣٠﴾

او ای رسوله! که موږ دمنافقانو در پېژندل وغواړو هرومرو به يې در وپېژنو، ته به يې په نښانو وپېژنې، او ژر به يې دخبرو په اسلوبو وپېژنې، الله ستاسو پر کړنو پوه دی، له هغه هيڅ هم نه پټيږي، او ژر به پر هغو بدله درکړي

وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ حَتَّىٰ نَعْلَمَ ٱلْمُجَـٰهِدِينَ مِنكُمْ وَٱلصَّـٰبِرِينَ وَنَبْلُوَا۟ أَخْبَارَكُمْ ﴿٣١﴾

او ای مؤمنانو هرومرو به تاسو په جهاد او ددښمنانو په جګړه او وژنه ازمایو ترڅو له تاسو دالله په لا ر کې مجاهدين او دهغه ددښمنانو پر وړاندې په جګړه کې په زغم معلوم کړو، او موږ تاسو ازمويو، چې له تاسې رېښتينی له درواغجن څخه وپېژنو

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَصَدُّوا۟ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ وَشَآقُّوا۟ ٱلرَّسُولَ مِنۢ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ ٱلْهُدَىٰ لَن يَضُرُّوا۟ ٱللَّهَ شَيْـًۭٔا وَسَيُحْبِطُ أَعْمَـٰلَهُمْ ﴿٣٢﴾

وسيح بط أعملهم پرته له شکه هغه کسان چې پر الله او دهغه پر رسول يې کفر کړی او دالله له دينه يې ځانونه راګرځولي او نور يې راګرځولي دي او دهغه درسول مخالفت يې کړی او وروسته تر دې يې دوښمني ورسره کړې چې هغوی ته څرګنده شوه چې هغه نبي دی، هغوی به الله ته هيڅکله کوم زيان ونه شي رسولای، بلکې هغوی يوازې ځانونو ته زيان اړوي او زر به يې الله کړنې له منځه يوسي

۞ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُوا۟ ٱلرَّسُولَ وَلَا تُبْطِلُوٓا۟ أَعْمَـٰلَكُمْ ﴿٣٣﴾

اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر روا کړل شوي يې عمل کړی، دالله پيروي وکړئ او درسول پيروي وکړئ دهغوی دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره، کړنې مو په کفر، ځان ښوونه او داسې نورو کړنو له منځه مه وړئ

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَصَدُّوا۟ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ ثُمَّ مَاتُوا۟ وَهُمْ كُفَّارٌۭ فَلَن يَغْفِرَ ٱللَّهُ لَهُمْ ﴿٣٤﴾

پرته له شکه هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی، خپل ځانونه او نور يې دالله له دينه ګرځولي، بيا له توبې مخکې پر خپل کفر مړه شوي دي، هيڅکله به الله هغویته تر ګناهونو په پټولو یي ور تېر نه شي، بلکې هغوی به پرې ونيسي، او دتل لپاره به يې اور ته ننباسي

فَلَا تَهِنُوا۟ وَتَدْعُوٓا۟ إِلَى ٱلسَّلْمِ وَأَنتُمُ ٱلْأَعْلَوْنَ وَٱللَّهُ مَعَكُمْ وَلَن يَتِرَكُمْ أَعْمَـٰلَكُمْ ﴿٣٥﴾

او ای مؤمنانو! دخپل دښمن له مخامخ کېدو مه کمزوري کېږئ چې سولې ته یې راوبولئ مخکې تردې چې هغوی مو را وبولي، په داسې حال کې چې تاسو پرې پياوړي برلاسي واست، الله په خپله مرسته کولو او تاييد ستاسو سره دی، او هيڅکله به ستاسو داعمالو له ثوابه هيڅ هم کم نه کړي، بلکې په احسان او پېرزوينه کې به زياتوالی درکړي

إِنَّمَا ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَا لَعِبٌۭ وَلَهْوٌۭ ۚ وَإِن تُؤْمِنُوا۟ وَتَتَّقُوا۟ يُؤْتِكُمْ أُجُورَكُمْ وَلَا يَسْـَٔلْكُمْ أَمْوَٰلَكُمْ ﴿٣٦﴾

پرته له شکه ددنيا ژوند لوبې او ساعت تېری ده، نو هوښيار دخپل آخرت له عمله پرې نه بوختيږي، که چېرې پر الله او دهغه پر رسول ايمان راوړئ، او له الله څخه د هغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وډار شئ، هغه به پرته له کموالي ستاسو دکړنو بشپړه بدله درکړي، او له تاسو څخه مو ټول مالونه نه غواړي، بلکې هغه يوازې واجب زکات درڅخه غواړي. مخ ۵ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر إ نيسٔلكموها فيح فكم تبخلوا ويخرج أضغنكم

إِن يَسْـَٔلْكُمُوهَا فَيُحْفِكُمْ تَبْخَلُوا۟ وَيُخْرِجْ أَضْغَـٰنَكُمْ ﴿٣٧﴾

که چېرې هغه له تاسو مو ټول مالونه وغواړي او له تاسې په غوښتنه ټينګار وکړي، تاسې به بخيلي پرې وکړئ، او په زړونو کې مو چې دهغه په لا ر کې دلګولو لپاره کوم بد ګڼل دي هغه به را وباسي، نو پر تاسو دمهربانۍ له مخې يې دهغو غوښتنه درڅخه پرې اېښې ده

هَـٰٓأَنتُمْ هَـٰٓؤُلَآءِ تُدْعَوْنَ لِتُنفِقُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ فَمِنكُم مَّن يَبْخَلُ ۖ وَمَن يَبْخَلْ فَإِنَّمَا يَبْخَلُ عَن نَّفْسِهِۦ ۚ وَٱللَّهُ ٱلْغَنِىُّ وَأَنتُمُ ٱلْفُقَرَآءُ ۚ وَإِن تَتَوَلَّوْا۟ يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوٓا۟ أَمْثَـٰلَكُم ﴿٣٨﴾

خبراوسئ تاسې داسې خلک ياست چې رابلل کېږئ ترڅو له خپلو مالونو يوه برخه دالله په لا ر کې ولګوئ، او له تاسو دخپلو ټولو مالونو دلګولو غوښتنه نه کيږي، نو له تاسو چې څوک دبخيلۍ له امله دغوښتل شوي مال لګول منع کوي، او څوک چې دالله په لا ر کې دخپل مال ديوې برخې په لګولو بخيلي کوي، پرته له شکه هغه په حقيقت کې دلګولو له ثوابه په یې برخې کولو سره پر خپل ځان بخيلي کوي، الله غني دی ستاسو لګښت ته اړتيا نه لري، او تاسو هغه ته فقيران ياست، که چېرې له اسلامه کفر ته واوړئ هغه به مو تباه کړي، او ستاسو پر ځای به بل قوم راولي، بيا به هغوی ستاسو غوندې نه وي، بلکې هغوی به الله لره غاړه اېښودونکي وي. مخ ۶ له ۶ moc.hgelp

زده کړه · محمد — Muhammad

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې