حمٓ ﴿١﴾
[حم] دالبقرې سورت په پیل کې دورته تورو په اړه بحث شوی دی
کور›تفسیر›الأحقاف (٤٦)
مکي · ٣٥ آیتونه
حمٓ ﴿١﴾
[حم] دالبقرې سورت په پیل کې دورته تورو په اړه بحث شوی دی
تَنزِيلُ ٱلْكِتَـٰبِ مِنَ ٱللَّهِ ٱلْعَزِيزِ ٱلْحَكِيمِ ﴿٢﴾
دقرآن نازلول دهغه برلاسي الله له لوري دي چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای او په خپل مخلوق،م تقدير او شريعت کې دحکمت څښتن دی
مَا خَلَقْنَا ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَآ إِلَّا بِٱلْحَقِّ وَأَجَلٍۢ مُّسَمًّۭى ۚ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ عَمَّآ أُنذِرُوا۟ مُعْرِضُونَ ﴿٣﴾
موږ اسمانونه او ځمکه بې ځایه نه دي پيداکړي، بلکې دا ټول مو په حقه دلويو حکمتونو لپاره پيداکړي دي، چې له هغو څخه دا دي تر څو بنده ګان دهغو په ترڅ کې خپل پالونکی وپېژني، نو يوازې هغه ولمانځي او هيڅ هم ورسره شريک نه کړي او ترڅو تر داسې ټاکلې مودې پورې چې يوازې الله پرې پوهيږي په ځمکه کې د خپل ځای ناستي کېدو غوښتنې پر ځای کړي او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی له هغه څه مخ اړوونکي دي چې دالله په کتاب کې پرې وېرول کيږي او هيڅ پروا يې نه کوي
قُلْ أَرَءَيْتُم مَّا تَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ أَرُونِى مَاذَا خَلَقُوا۟ مِنَ ٱلْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌۭ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ ۖ ٱئْتُونِى بِكِتَـٰبٍۢ مِّن قَبْلِ هَـٰذَآ أَوْ أَثَـٰرَةٍۢ مِّنْ عِلْمٍ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ ﴿٤﴾
ای رسوله! دغو له حق څخه مخ اړوونکو مشرکانو ته ووایه: دخپلو هغو بوتانو په اړه خبر راکړئ چې له الله پرته يې تاسې عبادت کوئ، هغوی دځمکې له برخو څخه کوم څه پېدا کړي دي؟ آيا کوم غر يې پيداکړی؟ يا يې کوم نهر پيداکړي؟ يا هغوی لره داسمانونو په پيدايښت کې ګډون او برخه شته؟ له قرآن څخه مخکې دالله له لوري کوم نازل شوی کتاب راوړئ او يا بله پاتې پوهه چې پخوانيو پرې اېښې وي که چېرې تاسو مو په دغه دعوی کې رېښتيني واست چې ستاسو بوتان دعبادت وړ دي
وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّن يَدْعُوا۟ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَن لَّا يَسْتَجِيبُ لَهُۥٓ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَـٰمَةِ وَهُمْ عَن دُعَآئِهِمْ غَـٰفِلُونَ ﴿٥﴾
او له هغه چا هيڅوک زيات لا رورکی(ګمراه) نه دی چې له الله تعالی پرته دیو داسې بوت عبادت کوي چې دقيامت تر ورځې يې دعا نه شي قبلولی، او دغه بوتان چې هغوی يې له الله پرته لمانځي دخپلو بندګانو له لمانځلو بې خبره دي، او ګټه او زيان خو بيخي ورته نه شي ور رسولی
وَإِذَا حُشِرَ ٱلنَّاسُ كَانُوا۟ لَهُمْ أَعْدَآءًۭ وَكَانُوا۟ بِعِبَادَتِهِمْ كَـٰفِرِينَ ﴿٦﴾
سره له دې چې په دنيا کې هغوی ته هيڅ ګټه نه شي رسولای، خو کله چې دقيامت په ورځ را غونډ کړل شي، نو دهغه چا دښمنان به وي چې ددوی عبادت یي کاوه او هغوی څخه به بېزاره وي او له دې څخه به انکار کوي چې دوی دهغوی پر لمانځلو پوهېدل
وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَـٰتُنَا بَيِّنَـٰتٍۢ قَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لِلْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُمْ هَـٰذَا سِحْرٌۭ مُّبِينٌ ﴿٧﴾
او کله چې زموږ پر رسول زموږ نازل کړی شوي ايتونه لوستل کيږي، نو هغه کسان چې کفر يې کړی دهغه قرآن په اړه چې دهغوی درسول په لا س ورته راغلی دی وایي چې: دا خو څرګندې کوډې دي او دالله له لوري وحي نه ده. مخ ۱ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
أَمْ يَقُولُونَ ٱفْتَرَىٰهُ ۖ قُلْ إِنِ ٱفْتَرَيْتُهُۥ فَلَا تَمْلِكُونَ لِى مِنَ ٱللَّهِ شَيْـًٔا ۖ هُوَ أَعْلَمُ بِمَا تُفِيضُونَ فِيهِ ۖ كَفَىٰ بِهِۦ شَهِيدًۢا بَيْنِى وَبَيْنَكُمْ ۖ وَهُوَ ٱلْغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ ﴿٨﴾
آيا دغه مشرکان وايي چې: محمد دغه قرآن له ځانه جوړ کړی، او الله ته يې نسبت کړی؟! ای رسوله! هغوی ته ووايه: که مې له ځانه جوړ کړی وي، نو تاسو ما لره د هيڅ پلمې جوړولو واک نه لرئ، که الله سزا راکول وغواړي، نو څنګه پر هغه ددرواغ تړلو له امله خپل ځان سزا ته وړاندې کړم؟! الله پر هغه څه ښه پوه دی چې تاسو په قران کې کوم عيب بيانوئ او په ما باندې کومه جرحه کوئ، الله پاک زموږ او ستاسو ترمنځ دشاهد په توګه بسنه کوي، هغه دخپلو بندګانو څخه دهغه چا د ګناهونو بښونکی دی چې توبه وباسي او پر هغوی مهربان دی
قُلْ مَا كُنتُ بِدْعًۭا مِّنَ ٱلرُّسُلِ وَمَآ أَدْرِى مَا يُفْعَلُ بِى وَلَا بِكُمْ ۖ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَىٰٓ إِلَىَّ وَمَآ أَنَا۠ إِلَّا نَذِيرٌۭ مُّبِينٌۭ ﴿٩﴾
ای رسوله! دغو ستا دنبوت درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووايه: زه کوم لومړنی رسول نه يم چې الله را لېږلی وي، نو تاسو زما له خوا ستاسو بلنه عجيبه ګڼئ، له ما مخکې ډېر رسولان تېر شوي، زه نه پوهېږم الله به پرما او پر تاسو په دنيا کې څه کوي، که چېرې زه دهغه څه پيروي ونه کړم چې الله يې راته وحي کوي، نو نه څه وايم او نه څه کوم مګر له هغه څه سره سم چې راته وحي کيږي، او زه يوازې داسې وېروونکی يم چې دالله له سزا څخه مو په څرګنده وېرونې سره وېروم
قُلْ أَرَءَيْتُمْ إِن كَانَ مِنْ عِندِ ٱللَّهِ وَكَفَرْتُم بِهِۦ وَشَهِدَ شَاهِدٌۭ مِّنۢ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ عَلَىٰ مِثْلِهِۦ فَـَٔامَنَ وَٱسْتَكْبَرْتُمْ ۖ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿١٠﴾
ای رسوله! دغو درواغ ګڼونکو ته ووايه: خبر را کړئ که چېرې دغه قرآن دالله له لوري وي او تاسو کفر پرې کړی وي، او له بني اسرائيلو يو شاهد دهغه په شان کې پرهغه څه چې په تورات کې راغلي دباور له مخې پرې شاهدي هم ورکړې وي چې هغه دالله له لوري دی، هغه ايمان هم پرې راوړی وي، او تاسو له ايمان راوړلو لويي ترې کړې وي، نو داسې مهال به تاسو ظالمان نه ياست؟! له شک پرته الله ظالمو خلکو ته دحق توفيق نه ورکوي
وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لِلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَوْ كَانَ خَيْرًۭا مَّا سَبَقُونَآ إِلَيْهِ ۚ وَإِذْ لَمْ يَهْتَدُوا۟ بِهِۦ فَسَيَقُولُونَ هَـٰذَآ إِفْكٌۭ قَدِيمٌۭ ﴿١١﴾
او هغو کسانو چې پر قرآن او هغه څه يې کفر کړی چې رسولانو يې ورته راوړي دي، وایي: که چېرې هغه څه چې محمد ورسره راغلی دی حق وای چې ښېګڼې ته يې لا رښوونه کولای، نو دغه بې وزله، مرېيان او کمزوري به له موږ ور مخکې شوي نه وای. او ددې له امله چې هغوی هغه څه ته لا ر ونه مونده چې رسول يې ورته راوړی و، نو ژر ده چې وايي به: له دغه څه سره چې موږ ته راغلی پخواني درواغ دي او موږ ددرواغو پيروي نه کوو. ي
وَمِن قَبْلِهِۦ كِتَـٰبُ مُوسَىٰٓ إِمَامًۭا وَرَحْمَةًۭ ۚ وَهَـٰذَا كِتَـٰبٌۭ مُّصَدِّقٌۭ لِّسَانًا عَرَبِيًّۭا لِّيُنذِرَ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ وَبُشْرَىٰ لِلْمُحْسِنِينَ ﴿١٢﴾
للمح سنين او له دغه قرآن مخکې تورات هغه کتاب دی چې الله تعالی پر موسی عليه السلام دداسې لا رښود په توګه چې حق ته پرې لا ر موندل کيږي او دهغه چا لپاره د رحمت په توګه نازل کړی چې ايمان يې پرې راوړی او له بني اسرائيلو يې پيروي کړې ده، او دغه پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړل شوی قرآن په عربي ژبه داسې کتاب دی چې دمخکېنيو کتابونو تصديقوونکی دی، ترڅو هغه کسان پرې ووېروي چې پر الله دشرک او ګناهونو په ترسره کولو سره يې پر ځانونو ظلم کړی دی، او دهغو نېکي کوونکو لپاره زېری دی چې له خپل پيداکوونکي او دهغه له مخلوق سره يې اړيکه سمه کړې ده
إِنَّ ٱلَّذِينَ قَالُوا۟ رَبُّنَا ٱللَّهُ ثُمَّ ٱسْتَقَـٰمُوا۟ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿١٣﴾
پرته له شکه هغه کسان چې وايي: زموږ پالونکی الله دی له هغه پرته موږ لره بل پالونکی نشته، بيا پر ايمان او نېک عمل ټينګ دريږي، نو پر هغوی به په آخرت کې د راتلونکي په اړه نه وېره وي او نه به پر هغه څه خپه کيږي چې په دنيا کې ترې پاتې دي او نه پر هغه څه چې تر شا يې پرې اېښې دي. مخ ۲ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
أُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلْجَنَّةِ خَـٰلِدِينَ فِيهَا جَزَآءًۢ بِمَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿١٤﴾
دغه کسان چې پر دغو صفتونو متصف دي دجنت څښتنان دي تل ترتله به پکې اوسېدونکي وي، دا دهغوی لپاره دهغو نېکو کړنو بدله ده چې په دنيا کې يې وړاندې کړي وو
وَوَصَّيْنَا ٱلْإِنسَـٰنَ بِوَٰلِدَيْهِ إِحْسَـٰنًا ۖ حَمَلَتْهُ أُمُّهُۥ كُرْهًۭا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًۭا ۖ وَحَمْلُهُۥ وَفِصَـٰلُهُۥ ثَلَـٰثُونَ شَهْرًا ۚ حَتَّىٰٓ إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُۥ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةًۭ قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِىٓ أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ ٱلَّتِىٓ أَنْعَمْتَ عَلَىَّ وَعَلَىٰ وَٰلِدَىَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَـٰلِحًۭا تَرْضَىٰهُ وَأَصْلِحْ لِى فِى ذُرِّيَّتِىٓ ۖ إِنِّى تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّى مِنَ ٱلْمُسْلِمِينَ ﴿١٥﴾
ى او انسان ته مو په ټينګه امر کړی چې له خپل موراوپلار سره ښېګڼه وکړي، چې دهغوی په ژوند کې او دهغوی له مرګ وروسته په هغه څه کې نيکي ورسره وکړي چې په هغو کې دشريعت مخالفت نه وي، او په ځانګړي ډول له مور سره يې چې په سختۍ يې په ګېډه کې و، او په سختۍ يې وزېږولو، او دهغه په ګېډه کېدو او له تي څخه بېلېدو نېټه دېرش مياشتې ده، کله يې چې دواړه عقلي او بدني ځواکونه بشپړ شول او څلوېښت کلنۍ ته ورسېد ويې ويل: ای زما پالونکيه! ماته وښيه چې پر هغه پېرزوينه چې ما او زما پر موراوپلار دې کړې ستا شکر وباسم، او دا راته وښيه چې داسې ښه کار وکړم چې ته پرې خوښ شې او له ما يې قبول کړه، او زما اولادونه راته نېک کړه، ما تاته له خپلو ګناهونو توبه اېستلې ده او زه ستا پيروۍ ته له غاړه اېښودونکو څخه يم او ستا امرونو ته سر ټيټوونکی يم
أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ نَتَقَبَّلُ عَنْهُمْ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا۟ وَنَتَجَاوَزُ عَن سَيِّـَٔاتِهِمْ فِىٓ أَصْحَـٰبِ ٱلْجَنَّةِ ۖ وَعْدَ ٱلصِّدْقِ ٱلَّذِى كَانُوا۟ يُوعَدُونَ ﴿١٦﴾
يوعدون دا هغه کسان دي چې کوم غوره کارونه يې کړي هغه ترې قبلوو، او له بديو يې ور تېرېږو، پر هغو يې نه نيسو، او هغوی په ټوله کې له جنتیانو دي، دغه ژمنه چې ورسره شوې ده حق ژمنه ده، هرومرو به ترسره کيږي
وَٱلَّذِى قَالَ لِوَٰلِدَيْهِ أُفٍّۢ لَّكُمَآ أَتَعِدَانِنِىٓ أَنْ أُخْرَجَ وَقَدْ خَلَتِ ٱلْقُرُونُ مِن قَبْلِى وَهُمَا يَسْتَغِيثَانِ ٱللَّهَ وَيْلَكَ ءَامِنْ إِنَّ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقٌّۭ فَيَقُولُ مَا هَـٰذَآ إِلَّآ أَسَـٰطِيرُ ٱلْأَوَّلِينَ ﴿١٧﴾
او هغه کس چې خپل مور او پلار ته يې وويل: تاسو لره دي تباهي وي، آيا تاسو ماته ژمنه راکوئ چې له مرګ وروسته به زه بېرته له قبره ژوندی راوځم، حال دا چې ډېرې پېړۍ تېرې شوې دي، او خلک پکې مړ شوي او له هغوی هيڅوک هم بېرته نه دي ژوندي شوي؟! او مور او پلار يې له الله څخه مرسته غواړي چې زوی ته يې د ايمان لا ر وښيي، او دوی دواړه زوی ته وايي: تا لره به تباهي وي که پر بېرته ژوندي کېدو ايمان را نه وړې، نو ايمان پرې راوړه، له شک پرته دبېرته را ژوندي کېدو په اړه دالله ژمنه حق ده، هيڅ شک پکې نشته، خو هغه دبېرته را ژوندي کېدو څخه دنوي نټه کوونکي په توګه وايي: دا دبېرته راژوندي کېدو په اړه چې څه ويل کيږي دا يوازې له پخوانيو کتابونو څخه را نقل شوې دي او هغه څه دي چې هغوی ليکلي دي، له الله څخه ثابت نه دي
أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ حَقَّ عَلَيْهِمُ ٱلْقَوْلُ فِىٓ أُمَمٍۢ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِم مِّنَ ٱلْجِنِّ وَٱلْإِنسِ ۖ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ خَـٰسِرِينَ ﴿١٨﴾
دا هغه کسان دي چې له هغوی مخکې دپېريانو او انسانانو دولسونو په ډله کې پرې عذاب واجب شوی، له شک پرته هغوی تاوانيان دي، داسې چې ځانونه او کورنۍ يې اور ته په ننه اېستلوسره تاوانيان کړل
وَلِكُلٍّۢ دَرَجَـٰتٌۭ مِّمَّا عَمِلُوا۟ ۖ وَلِيُوَفِّيَهُمْ أَعْمَـٰلَهُمْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿١٩﴾
او دواړو دجنتيانو او دوزخيانو ډلو لره به دهغوی دکړنو سره سمې مرتبې وي، نو دجنتیانو مرتبې به لوړې درجې وي او ددوزخيانو مرتبې به ښکته درجې وي، ترڅو الله هغوی ته دهغوی دکړنو بشپړه بدله ورکړي او دقيامت په ورځ به دهغوی له نېکيو څخه په کمولو او په بديو کې يې په زياتولو پر هغوی ظلم نه کيږي. مخ ۳ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَيَوْمَ يُعْرَضُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ عَلَى ٱلنَّارِ أَذْهَبْتُمْ طَيِّبَـٰتِكُمْ فِى حَيَاتِكُمُ ٱلدُّنْيَا وَٱسْتَمْتَعْتُم بِهَا فَٱلْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ ٱلْهُونِ بِمَا كُنتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ فِى ٱلْأَرْضِ بِغَيْرِ ٱلْحَقِّ وَبِمَا كُنتُمْ تَفْسُقُونَ ﴿٢٠﴾
او په کومه ورځ چې پیش کړی شي اور ته هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی او دهغه رسولان يې درواغجن ګڼلي دي ترڅو پکې عذاب ورکړل شي، هغوی ته به د ګوت څنډنې او کواښ په توګه وويل شي: تاسو مو ددنيا په ژوند کې خپل خوندور څيزونه يووړل، او هلته مو له مزو ګټه پورته کړه، خو نن ورځ به تاسو ته په داسې عذاب سزا درکړل شي چې سپکوي مو او رسوا کوي مو، پرته له حقه په ځمکه کې ستاسو دلويي له امله، او په کفر او ګناهونو سره دالله له پيروۍ څخه ستاسو دوتلو له امله
۞ وَٱذْكُرْ أَخَا عَادٍ إِذْ أَنذَرَ قَوْمَهُۥ بِٱلْأَحْقَافِ وَقَدْ خَلَتِ ٱلنُّذُرُ مِنۢ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِۦٓ أَلَّا تَعْبُدُوٓا۟ إِلَّا ٱللَّهَ إِنِّىٓ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍۢ ﴿٢١﴾
أخاف عليكم عذاب يوم عظيم ای رسوله! دعاديانو نسبي ورور هود در په ياد کړه، کله يې چې خپل قوم پر هغوی دراتلونکي عذاب څخه ووېرولو، په داسې حال کې چې هغوی دعربي جزيرې سويل لورې ته په احقاف نومي ځای کې په خپلو کورونو کې وو، په رېښتيا له هود مخکې او وروسته دخپلو قومونو وېروونکي رسولان تېر شوي دي چې خپلو قومونو ته به يې ويل: يوازې دالله عبادت وکړئ، له هغه سره بل څوک مه لمانځئ، ای زما قومه! پرته له شکه زه پرتاسې دقيامت دلويې ورځې له عذابه وېرېږم
قَالُوٓا۟ أَجِئْتَنَا لِتَأْفِكَنَا عَنْ ءَالِهَتِنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَآ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّـٰدِقِينَ ﴿٢٢﴾
قوم يې ورته وويل: آيا ته ددې لپاره موږ ته راغلی يې چې دخپلو معبودانو له عبادته مو واړوې؟! دا هيله به دې هيڅکله پوره نه شي، که چیرته ته په خپله وعده کې رېښتينی یې نو هغه عذاب راوله چې مونږ پرې ویروې
قَالَ إِنَّمَا ٱلْعِلْمُ عِندَ ٱللَّهِ وَأُبَلِّغُكُم مَّآ أُرْسِلْتُ بِهِۦ وَلَـٰكِنِّىٓ أَرَىٰكُمْ قَوْمًۭا تَجْهَلُونَ ﴿٢٣﴾
هغه وويل: دعذاب دراتلو پر وخت يوازې الله پوهيږي، ماته پرې کومه پوهه نشته، زه يو استازی يم هغه څه درته رسوم چې پرې لېږل شوی يم، خو زه وينم تاسو داسې خلک ياست چې ناپوهي کوئ هغه څه پرېږدئ چې ګټه مو ده پکې او هغه څه کوئ چې زيان مو دی پکې
فَلَمَّا رَأَوْهُ عَارِضًۭا مُّسْتَقْبِلَ أَوْدِيَتِهِمْ قَالُوا۟ هَـٰذَا عَارِضٌۭ مُّمْطِرُنَا ۚ بَلْ هُوَ مَا ٱسْتَعْجَلْتُم بِهِۦ ۖ رِيحٌۭ فِيهَا عَذَابٌ أَلِيمٌۭ ﴿٢٤﴾
نو بيا چې کله هغه عذاب ورته راغی چې په اړه يې دوی بيړه کوله، داسمان په لوري کې يې خوره ورېځ وليده چې دهغوی شېلو (ناوونو) ته يې مخه کړې وه هغوی وويل: دغه خوره ورېځ موږ ته باران رسوونکې ده، هود ورته وويل: امر داسې نه دی لکه تاسو يې چې ګومان کوئ چې هغه باران اوروونکې ورېځ ده، بلکې هغه داسې عذاب دی چې تاسو يې په اړه بيړه کوله، هغه داسې باد دی چې دردوونکی عذاب دی پکې
تُدَمِّرُ كُلَّ شَىْءٍۭ بِأَمْرِ رَبِّهَا فَأَصْبَحُوا۟ لَا يُرَىٰٓ إِلَّا مَسَـٰكِنُهُمْ ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْقَوْمَ ٱلْمُجْرِمِينَ ﴿٢٥﴾
هغه باد به چې پر هرڅه تېرېده تباه کول به يې دکومو دتباهۍ چې الله امر ورته کړی و، نو تباه شول، له هغو کورنو پرته چې پکې اوسېدل بل څه نه ليدل کېدل چې دهغوی پر مخکېني شتون يې شاهدي ورکړې وه، ددغې دردوونکې سزا غوندې موږ هغو ګناهکاره خلکو ته چې پر خپل کفر او ګناهونو ټينګار کوي سزا ورکوو
وَلَقَدْ مَكَّنَّـٰهُمْ فِيمَآ إِن مَّكَّنَّـٰكُمْ فِيهِ وَجَعَلْنَا لَهُمْ سَمْعًۭا وَأَبْصَـٰرًۭا وَأَفْـِٔدَةًۭ فَمَآ أَغْنَىٰ عَنْهُمْ سَمْعُهُمْ وَلَآ أَبْصَـٰرُهُمْ وَلَآ أَفْـِٔدَتُهُم مِّن شَىْءٍ إِذْ كَانُوا۟ يَجْحَدُونَ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ ﴿٢٦﴾
او پرته له شکه دهود قوم ته مو داسې دځواک اسباب ورکړي وو چې تاسې ته مو نه دي درکړي، او هغوی لره مو غوږونه ګرځولي وو چې پرې اورېدل يې، سترګې چې پرې ليدل يې، زړونه چې پرې پوهېدل، خو هغوی ته يې نه غوږونو، نه سترګو او نه هم عقلونو کومه ګټه ورسوله، نه يې له هغوی دالله دعذاب مخه ونيوله چې کله ورته راغی، ځکه هغوی دالله پر ايتونو کفر کولو، او هغه عذاب پرې راپرېوتلو چې هود عليه السلام پرې وېرولي وو او دوی به پرې ملنډې وهلې. مخ ۴ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا مَا حَوْلَكُم مِّنَ ٱلْقُرَىٰ وَصَرَّفْنَا ٱلْـَٔايَـٰتِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿٢٧﴾
او له شک پرته ای دمکې خلکو! ستاسو چاپېر مو ډېر کلي تباه کړل، عاديان، ثموديان، دلوط قوم او دمدين خلک مو تباه کړل، هغوی ته مو بېلابېل دلايل او حجتونه بيان کړل ترڅو هغوی له خپله کفره را وګرځي
فَلَوْلَا نَصَرَهُمُ ٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِ ٱللَّهِ قُرْبَانًا ءَالِهَةًۢ ۖ بَلْ ضَلُّوا۟ عَنْهُمْ ۚ وَذَٰلِكَ إِفْكُهُمْ وَمَا كَانُوا۟ يَفْتَرُونَ ﴿٢٨﴾
ولې يې هغو بوتانو مرسته ونه کړه چې له الله پرته يې معبودان ګرځولي وو ترڅو دهغو په لمانځنه او پر نوم يې دذبحې له امله هغو ته نېږدې شي؟! هيڅ مرسته يې ورسره ونه کړه، بلکې په داسې حالت کې ترې ورک شول چې سخته اړتيا يې ورته لرله، دا دهغوی دهغه درواغو او تور له امله چې هغوی يې خپلو ځانوته ډاډ پرې ورکړی وو چې دغه بوتان به هغوی ته ګټه رسوي او دالله په وړاندې به يې سپارښت کوي
وَإِذْ صَرَفْنَآ إِلَيْكَ نَفَرًۭا مِّنَ ٱلْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ ٱلْقُرْءَانَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوٓا۟ أَنصِتُوا۟ ۖ فَلَمَّا قُضِىَ وَلَّوْا۟ إِلَىٰ قَوْمِهِم مُّنذِرِينَ ﴿٢٩﴾
ای رسوله! در په ياد کړه کله مو چې يوه ډله پېريان درولېږل ترڅو پرتا نازل شوی قرآن واوري، کله چې يې اورېدلو ته حاضر شول، ځينو يې ځينو ته وويل: غوږ ونيسئ ترڅو يې سم واورو، کله چې رسول صلی الله عليه وسلم لوستل پای ته ورسول، هغوی يې خپل قوم ته راوګرځېدل ترڅو يې دالله له عذابه ووېروي که چېرې پر دغه قرآن ايمان رانه وړي
قَالُوا۟ يَـٰقَوْمَنَآ إِنَّا سَمِعْنَا كِتَـٰبًا أُنزِلَ مِنۢ بَعْدِ مُوسَىٰ مُصَدِّقًۭا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ يَهْدِىٓ إِلَى ٱلْحَقِّ وَإِلَىٰ طَرِيقٍۢ مُّسْتَقِيمٍۢ ﴿٣٠﴾
هغوی يې خپل قوم ته وويل: ای زموږ قومه! پرته له شکه موږ داسې کتاب واورېدلو چې له موسی وروسته الله نازل کړی دی دالله له لوري دپخوانيو نازل کړل شويو کتابونو تصديقوونکی دی، دغه کتاب چې موږ واورېدلو حق ته لا رښوونه کوي، او نېغه لا ر ښيي، او هغه داسلام لا ره ده
يَـٰقَوْمَنَآ أَجِيبُوا۟ دَاعِىَ ٱللَّهِ وَءَامِنُوا۟ بِهِۦ يَغْفِرْ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمْ وَيُجِرْكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيمٍۢ ﴿٣١﴾
ای زموږ قومه! په هغه حق کې دمحمد-صلی الله علیه وسلم- خبره ومنئ چې ور بولي مو، او پردې ايمان راوړئ چې هغه دخپل پالونکي له لوري رالېږل شوی دی، الله به مو ګناهونه دروبښي، او له دردوونکې سزا به مو وژغوري چې ستاسو انتظار کوي، که چېرې په هغه حق کې يې خبره ونه منئ چې وربولي مو، او پردې خبره ايمان را نه وړئ چې هغه دپالونکي له لوري يې رالېږل شوی دی
وَمَن لَّا يُجِبْ دَاعِىَ ٱللَّهِ فَلَيْسَ بِمُعْجِزٍۢ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَيْسَ لَهُۥ مِن دُونِهِۦٓ أَوْلِيَآءُ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ فِى ضَلَـٰلٍۢ مُّبِينٍ ﴿٣٢﴾
او څوک چې دمحمد صلی الله عليه وسلم هغه حق خبره ونه مني چې وربولي يې، نو په ځمکه کې به هيڅکله په تېښته له الله څخه ونه ژغورل شي، او له الله پرته هغه لره دوستان هم نشته چې له عذابه يې وساتي، او له دغه خلکو څخه په ښګاره توګه دحق لا ر ورکه ده
أَوَلَمْ يَرَوْا۟ أَنَّ ٱللَّهَ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَلَمْ يَعْىَ بِخَلْقِهِنَّ بِقَـٰدِرٍ عَلَىٰٓ أَن يُحْـِۧىَ ٱلْمَوْتَىٰ ۚ بَلَىٰٓ إِنَّهُۥ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۭ ﴿٣٣﴾
كل شىء قدير آيا دغه دبېرته راژوندي کېدو درواغ ګڼونکي مشرکان نه ويني، چې الله هغه ذات دی چې اسمانونه يې پيداکړي او ځمکه يې پيداکړې ده او دهغو دلوی والي او پرخوالي سربېره پيداکولو يې نه دی بې وسې کړی، هغه پردې ځواکمن دی چې دحساب او بدلې لپاره مړي را ژوندي کړي؟! ولې نه، پرته له شکه هغه هرومرو د هغوی پر ژوندي کولو ځواکمن دی، بېشکه هغه پاک ذات پر هرڅه وسي دی، نو دمړو له ژوندي کولو نه به وسې کيږي. مخ ۵ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَيَوْمَ يُعْرَضُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ عَلَى ٱلنَّارِ أَلَيْسَ هَـٰذَا بِٱلْحَقِّ ۖ قَالُوا۟ بَلَىٰ وَرَبِّنَا ۚ قَالَ فَذُوقُوا۟ ٱلْعَذَابَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ ﴿٣٤﴾
تكفرون او هغه کسان چې په الله او دهغه په رسولانو یې کفر کړی دی کله چې په هغه ورځ اور ته وروړاندې کړای شي ترڅو پکې سزا ورکړل شي، نو دهغوی ته دچوپ کولو په موخه به ورته وويل شي: آيا دغه عذاب چې تاسو يې وينئ حق نه دی؟! او يا درواغ دی لکه څنګه مو چې په دنيا کې ويل؟! هغوی به وايي: ولې نه، په خپل پالونکي مو دې لوړه وي چې هغه حق دی، نو هغوی ته به وويل شي: پر الله دکفر کولو له امله سزا وڅکئ
فَٱصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُو۟لُوا۟ ٱلْعَزْمِ مِنَ ٱلرُّسُلِ وَلَا تَسْتَعْجِل لَّهُمْ ۚ كَأَنَّهُمْ يَوْمَ يَرَوْنَ مَا يُوعَدُونَ لَمْ يَلْبَثُوٓا۟ إِلَّا سَاعَةًۭ مِّن نَّهَارٍۭ ۚ بَلَـٰغٌۭ ۚ فَهَلْ يُهْلَكُ إِلَّا ٱلْقَوْمُ ٱلْفَـٰسِقُونَ ﴿٣٥﴾
نو ای رسوله! دخپل قوم له لوري ستا پر درواغ ګڼلو صبر کوه، لکه څنګه چې همت لرونکو رسولانو: نوح، ابراهيم، موسی، عيسی عليهم السلام صبر کولو، هغوی لره په سزا بيړه مه کوه، ګواکې ستا له قومه درواغ ګڼونکي چې کله په آخرت کې هغه عذاب وويني چې ژمنه يې ورسره کېدله، نو دعذاب داوږدوالي له امله به داسې انګيري چې هغوی په دنيا کې له ورځې يوازې يوه ګړۍ وخت تېر کړی، دغه پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړل شوی قرآن دانسانانو او پېريانو لپاره بلنه او بسنه کوونکی دی، ځکه په عذاب تباه کېدونکي يوازې په کفر او ګناهونو دالله له پيروۍ وتونکي خلک دي. مخ ۶ له ۶ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر