حمٓ ﴿١﴾
دبقرې سورت په پيل کې ددغو غوندې تورو تفصيل تېر شو
کور›تفسیر›الجاثية (٤٥)
مکي · ٣٧ آیتونه
حمٓ ﴿١﴾
دبقرې سورت په پيل کې ددغو غوندې تورو تفصيل تېر شو
تَنزِيلُ ٱلْكِتَـٰبِ مِنَ ٱللَّهِ ٱلْعَزِيزِ ٱلْحَكِيمِ ﴿٢﴾
دقرآن نازلول دهغه برلاسي الله له لوري دي چې هيڅوک نه شي پرې برلاسي کېدای، په پيدايښت، ځواک او تدبير کې دحکمت والا دی
إِنَّ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّلْمُؤْمِنِينَ ﴿٣﴾
بېشکه په آسمانونو او ځمکه کې دالله پر ځواکمنتيا، يووالي دمؤمنانو لپاره دليلونه دي، ځکه همدوی هغه خلک دي چې له آيتونو پند اخلي
وَفِى خَلْقِكُمْ وَمَا يَبُثُّ مِن دَآبَّةٍ ءَايَـٰتٌۭ لِّقَوْمٍۢ يُوقِنُونَ ﴿٤﴾
ای خلکو ستاسو په پيدايښت کې له نطفې څخه، بيا دوينې له ټينګې ټوټې څخه، بيا له غوښې څخه، او دهغه څه په پيدايښت کې چې الله يې له ژويو په ځمکه کې خپروي دهغه پر يووالي دهغو خلکو لپاره دليلونه دي چې پر دې خبره باور لري چې همدا الله پيداکوونکی دی
وَٱخْتِلَـٰفِ ٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ وَمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مِن رِّزْقٍۢ فَأَحْيَا بِهِ ٱلْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَتَصْرِيفِ ٱلرِّيَـٰحِ ءَايَـٰتٌۭ لِّقَوْمٍۢ يَعْقِلُونَ ﴿٥﴾
ءايت لقوم يعقلون او دشپې ورځې په يو بل پسې راتلو کې، او په هغه باران کې چې الله له آسمانه را اورولی، ځمکه يې په شنه کولو پرې ژوندۍ کړې وروسته تر دې چې هغه مړه وه هيڅ شينګيا پکې نه وه، او له يو لوري او بل لوري دبادونو په راوستلو کې ستاسو لپاره ګټې دي، دهغه قوم لپاره دليلونه دي چې له عقله کار اخلي، چې دالله پر يووالي او دهغه لخوا پر بېرته را ژوندي کولو او پر هر څه دځواکمنتيا په اړه يې استدلال پرې کوي
تِلْكَ ءَايَـٰتُ ٱللَّهِ نَتْلُوهَا عَلَيْكَ بِٱلْحَقِّ ۖ فَبِأَىِّ حَدِيثٍۭ بَعْدَ ٱللَّهِ وَءَايَـٰتِهِۦ يُؤْمِنُونَ ﴿٦﴾
ای رسوله! دغه آيتونه او دليلونه چې موږ يې پر تا په حقه لولو، که چېرې هغوی دالله پر خپل بنده را نازله کړې خبره او حجتونو ايمان نه راوړي، نو له دې وروسته به پر کومه خبره ايمان راوړي او کوم دليلونه به له هغه وروسته ومني؟! ويل لكل أفاك أثيم
وَيْلٌۭ لِّكُلِّ أَفَّاكٍ أَثِيمٍۢ ﴿٧﴾
دالله له لوري عذاب او تباهي ده هر درواغ جوړوونکي زيات ګناهګار لره
يَسْمَعُ ءَايَـٰتِ ٱللَّهِ تُتْلَىٰ عَلَيْهِ ثُمَّ يُصِرُّ مُسْتَكْبِرًۭا كَأَن لَّمْ يَسْمَعْهَا ۖ فَبَشِّرْهُ بِعَذَابٍ أَلِيمٍۢ ﴿٨﴾
دغه کافر دالله آیتونه په قرآن کې اوري چې ته يې پرې لولې، بيا په کفر او ګناهونو کې پر خپل حال پاتې کيږي، په خپل زړه کې دحق له پيروۍ لويي کوونکی وي، ګواکې پر هغه لوستل شوي آيتونه يې هيڅ نه دې اورېدلي، ای رسوله! څه چې هغوی په آخرت کې بد ګڼي هغه داسې دردوونکی عذاب دی چې په قيامت به يې انتظار کوي. مخ ۱ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَإِذَا عَلِمَ مِنْ ءَايَـٰتِنَا شَيْـًٔا ٱتَّخَذَهَا هُزُوًا ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمْ عَذَابٌۭ مُّهِينٌۭ ﴿٩﴾
او کله چې له قرآنه يو څه ورته ورسيږي، نو مسخره يې نيسي چې ملنډې پرې وهي، دغه کسان چې له قرآنه دمسخرې په صفت متصف دي هغوی لره دقيامت په ورځ سپکوونکی عذاب دی
مِّن وَرَآئِهِمْ جَهَنَّمُ ۖ وَلَا يُغْنِى عَنْهُم مَّا كَسَبُوا۟ شَيْـًۭٔا وَلَا مَا ٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِ ٱللَّهِ أَوْلِيَآءَ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿١٠﴾
له مخې به يې ددوزخ اور وي چې په آخرت کې به يې انتظار کوي، دالله په وړاندې به يې له ترلاسه کړيو مالونو هيڅ ګټه ونه شي رسولای او نه به هغه بوتان چې هغوی نيولي له الله پرته يې لمانځي له دوی څه دفع کړای شي، او هغوی لره دقيامت په ورځ لوی عذاب دی
هَـٰذَا هُدًۭى ۖ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِـَٔايَـٰتِ رَبِّهِمْ لَهُمْ عَذَابٌۭ مِّن رِّجْزٍ أَلِيمٌ ﴿١١﴾
دغه کتاب چې موږ پر خپل رسول محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړی دحق لا رې ته لا رښوونکی دی، او هغه کسان چې دخپل پالونکي لخوا يې دهغه پر رسول نازل کړل شويو آيتونو کفر کړی هغوی لره بد دردوونکی عذاب دی
۞ ٱللَّهُ ٱلَّذِى سَخَّرَ لَكُمُ ٱلْبَحْرَ لِتَجْرِىَ ٱلْفُلْكُ فِيهِ بِأَمْرِهِۦ وَلِتَبْتَغُوا۟ مِن فَضْلِهِۦ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿١٢﴾
الله يوازې هغه ذات دی ای خلکو چې تاسو لره يې دریاب اېل کړی، تر څو دهغه په امر کښتۍ پکې وچليږي، او دډول ډول روا کسبونو څخه دهغه فضل ولټوئ، کېدای شي پر تاسو دکړي نعمت شکر وباسئ
وَسَخَّرَ لَكُم مَّا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ جَمِيعًۭا مِّنْهُ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّقَوْمٍۢ يَتَفَكَّرُونَ ﴿١٣﴾
او هغه پاک ذات ستاسو لپاره په آسمانونو کې لمر، سپوږمۍ او ستوري او په ځمکه کې نهرونه، ونې، غرونه او نور شيان اېل کړي دي، دغه ټول نعمتونه دهغه پېرزوينه او احسان دی، پرته له شکه ستاسو لپاره ددغو په اېل کولو دالله پر ځواک او دهغه پر يووالي دليلونه دي؛ دهغو خلکو لپاره چې دهغه په آیتونو کې فکر کوي او پند ترې اخلي
قُل لِّلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ يَغْفِرُوا۟ لِلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ أَيَّامَ ٱللَّهِ لِيَجْزِىَ قَوْمًۢا بِمَا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ ﴿١٤﴾
ای رسوله! هغو کسانو ته ووايه: چې پر الله يې ايمان راوړی او دهغه رسولان يې رېښتيني بللي، له هغو کافرانو چې دالله دنعمتونو او کړاوونو پروا نه لري دهغوی له هغو بدو کړنو دې تېريږي چې له دوی سره يې کړې دي، ځکه الله له صبرکوونکو مؤمنانو هر یوه ته او ظلم کوونکو کافرانو ته دهغه څه بدله ورکوي چې هغوی په دنيا کې کوم کارونه کوي
مَنْ عَمِلَ صَـٰلِحًۭا فَلِنَفْسِهِۦ ۖ وَمَنْ أَسَآءَ فَعَلَيْهَا ۖ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ ﴿١٥﴾
چا چې ښه عمل وکړ، نو دخپل نېک عمل پايله يې هغه لره ده، او الله دهغه له عمله مستغني دی، او چا چې خپل عمل بد کړ، نو دبد عمل پايله يې چې عذاب دی پر همغه دی، او الله ته يې بد عمل ضرر نه رسوي، بيا يوازې زموږ لوري ته په آخرت کې راګرځول کېږئ تر څو هر چاته دهغه څه بدله ورکړو چې وړ يې دی
وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ٱلْكِتَـٰبَ وَٱلْحُكْمَ وَٱلنُّبُوَّةَ وَرَزَقْنَـٰهُم مِّنَ ٱلطَّيِّبَـٰتِ وَفَضَّلْنَـٰهُمْ عَلَى ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿١٦﴾
او له شک پرته موږ بني اسرائيلوته تورات، او دخلکو ترمنځ دتورات له حکم سره سم دپرېکړې حق ورکړی و، او ډېری نبيان مو له هغوی ګرځولي وو چې دابراهيم عليه السلام له اولاده وو، او ډول ډول پاکيزه شيان مو په روزي ورکړي وو، او دخپلې زمانې پر خلکو مو غوراوی ورکړی و. مخ ۲ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَءَاتَيْنَـٰهُم بَيِّنَـٰتٍۢ مِّنَ ٱلْأَمْرِ ۖ فَمَا ٱخْتَلَفُوٓا۟ إِلَّا مِنۢ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ ٱلْعِلْمُ بَغْيًۢا بَيْنَهُمْ ۚ إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِى بَيْنَهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ فِيمَا كَانُوا۟ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿١٧﴾
او هغوی ته مو دليلونه ورکړل چې حق له باطله بېلوي، نو هغوی اختلاف ونه کړ مګر وروسته تردې چې زموږ دنبي محمد صلی الله عليه وسلم په لېږلو سره پر هغوی حجت قايم شو، او هغوی دغه اختلاف ته يوازې دمشرۍ او مرتبې دحرص له امله دهغوی ديو او بل پر وړاندې سرکښۍ کش کړل، بېشکه ستا پالونکی به ای رسوله! دقيامت په ورځ دهغوی ترمنځ په هغه څه کې پرېکړه کوي چې هغوی په دنيا کې پکې اختلاف کولو، نو هغه څوک به په ډاګه کړي چې په حقه و، او هغه څوک چې باطل ؤ
ثُمَّ جَعَلْنَـٰكَ عَلَىٰ شَرِيعَةٍۢ مِّنَ ٱلْأَمْرِ فَٱتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَآءَ ٱلَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ ﴿١٨﴾
بيا مو له خپل لوري ته پر داسې لا ره، سنت او کړنلاره وګرځولې چې له تا مخکې مو خپلو رسولانو ته پرې امر کړی وو، چې ايمان او نېک عمل ته بلنه کوې، نو د دغه شريعت پيروي کوه، او دهغو کسانو دهوسونو پيروي مه کوه چې پر حق نه پوهيږي، دهغوی هوسونه له حقه لا ر ورکوونکي دي
إِنَّهُمْ لَن يُغْنُوا۟ عَنكَ مِنَ ٱللَّهِ شَيْـًۭٔا ۚ وَإِنَّ ٱلظَّـٰلِمِينَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍۢ ۖ وَٱللَّهُ وَلِىُّ ٱلْمُتَّقِينَ ﴿١٩﴾
بېشکه هغه کسان چې په حق نه پوهيږي، هيڅکله به له تا څخه دالله دهيڅ عذاب مخه ونه شي نيولای، که چېرې دې دهغوی دهوسونو پيروي وکړه، او ظالمان له ټولو ملتونو او مذهبونو ديو او بل مرستندويان دي او دمؤمنانو پر خلاف ملاتړي دي، او الله دهغو کسانو مرستندوی دی چې دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو له هغه وېريږي
هَـٰذَا بَصَـٰٓئِرُ لِلنَّاسِ وَهُدًۭى وَرَحْمَةٌۭ لِّقَوْمٍۢ يُوقِنُونَ ﴿٢٠﴾
زموږ پر رسول نازل کړل شوی دغه قرآن درسونه دي چې خلک حق له باطله پرې ويني، او دحق لوري ته لا رښوونه ده، او دهغه قوم لپاره رحمت دی چې باور لري، ځکه همدوی هغه کسان دي چې نېغې لا رې ته لا ر مومي، ترڅو يې پالونکی ترې راضي شي، نو جنت ته يې ننه باسي او له اوره يې وژغوري
أَمْ حَسِبَ ٱلَّذِينَ ٱجْتَرَحُوا۟ ٱلسَّيِّـَٔاتِ أَن نَّجْعَلَهُمْ كَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ سَوَآءًۭ مَّحْيَاهُمْ وَمَمَاتُهُمْ ۚ سَآءَ مَا يَحْكُمُونَ ﴿٢١﴾
يحكمون آيا هغه کسان چې پر خپلو غړو يې کفر او ګناهونه کړي دي ګومان کوي چې موږ به يې په بدله کې دهغو خلکو غوندې کړو چې پر الله يې ايمان راوړی او نېک عملونه يې کړي دي، په دې ډول چې هغوی به په دنيا او آخرت کې سره برابر وي؟! دهغوی دغه پرېکړه ډېره بده ده
وَخَلَقَ ٱللَّهُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ بِٱلْحَقِّ وَلِتُجْزَىٰ كُلُّ نَفْسٍۭ بِمَا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿٢٢﴾
او الله آسمانونه او زمکه دلوی حکمت له مخې په حقه پيداکړي دي، او هغه يې بې ګټې نه دي پيداکړي، او ترڅو هر چاته دهغه خير او شر بدله ورکړل شي چې تر سره کړي يې دي، او الله پر هغوی دهغوی له نېکيو په کمولو او په بديو کې يې په زياتولو ظلم نه کوي
أَفَرَءَيْتَ مَنِ ٱتَّخَذَ إِلَـٰهَهُۥ هَوَىٰهُ وَأَضَلَّهُ ٱللَّهُ عَلَىٰ عِلْمٍۢ وَخَتَمَ عَلَىٰ سَمْعِهِۦ وَقَلْبِهِۦ وَجَعَلَ عَلَىٰ بَصَرِهِۦ غِشَـٰوَةًۭ فَمَن يَهْدِيهِ مِنۢ بَعْدِ ٱللَّهِ ۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ﴿٢٣﴾
ای رسوله! وګوره هغه چاته چې دخپلو هوسونو پيروي يې کړې ده او دمعبود غوندې يې ګرځولي دي، چې مخالفت يې نه کوي، الله هغه دپوهې سربېره لا رورکی کړی دی، ځکه هغه دلارورکۍ وړ دی، دهغه پر زړه يې مهر لګولی چې دګټې وړ اورېدل نه شي کولای، او الله يې پر سترګو پرده اچولې چې حق نه شي ليدلای، نو څوک دی چې هغه ته دې دحق توفيق ورکړي وروسته تردې چې الله يې لا رورکی کړي؟! آيا دهوس دپيروۍ له ضرره او دالله دشريعت دپيروۍ له ګټې پند نه اخلئ؟!. مخ ۳ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَقَالُوا۟ مَا هِىَ إِلَّا حَيَاتُنَا ٱلدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا يُهْلِكُنَآ إِلَّا ٱلدَّهْرُ ۚ وَمَا لَهُم بِذَٰلِكَ مِنْ عِلْمٍ ۖ إِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ ﴿٢٤﴾
دبېرته را ژوندي کېدو څخه نټه کوونکي کافران وايي: ژوند نه دی مګر يوازې همدغه ددنيا ژوند دی، له دې وروسته ژوند نشته، نسلونه مړه کيږي بېرته نه راګرځي، او نور نسلونه پيداکيږي، او موږ يوازې دشپې او ورځې يو پر بل پسې راتلل وژني، او هغوی لره په بېرته را ژوندي کېدو څخه پر نټه کولو پوهه نشته، هغوی يوازې ګومان کوي، او ګومان دحق پر وړاندې هيڅ ګټه نه رسوي
وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَـٰتُنَا بَيِّنَـٰتٍۢ مَّا كَانَ حُجَّتَهُمْ إِلَّآ أَن قَالُوا۟ ٱئْتُوا۟ بِـَٔابَآئِنَآ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ ﴿٢٥﴾
او کله چې له بېرته را ژوندي کېدو څخه نټه کوونکو مشرکانو باندې زموږ څرګند آيتونه لوستل کيږي هغوی لره حجت نه وي چې استدلال پرې وکړي مګر رسول صلی الله عليه وسلم او هغه اصحابو ته دهغوی دا وينا: زموږ هغه پلرونه راته راژوندي کړئ چې مړه شوي دي که چېرې تاسو مو په دعوی کې رېښتيني ياست چې موږ له مرګ څخه وروسته بېرته را ژوندي کېږو
قُلِ ٱللَّهُ يُحْيِيكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يَجْمَعُكُمْ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَـٰمَةِ لَا رَيْبَ فِيهِ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٢٦﴾
ای رسوله! هغوی ته ووايه: الله مو ژوندي کوي په پيداکولو سره، بيا مو مړه کوي، بيا مو له مرګ وروسته دحساب او جزا لپاره دقيامت ورځې ته راټولوي، دغه ورځ چې شک پکې نشته هرومرو راتلونکې ده، خو ډېری خلک نه پوهيږي، نو له همدې امله په نېک عمل چمتووالی نه ورته نيسي
وَلِلَّهِ مُلْكُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ وَيَوْمَ تَقُومُ ٱلسَّاعَةُ يَوْمَئِذٍۢ يَخْسَرُ ٱلْمُبْطِلُونَ ﴿٢٧﴾
او يوازې الله لره دآسمانونو پاچايي ده او دځمکې پاچايي ده، نو په آسمانونو او ځمکه کې له هغه پرته په حقه بل څوک ونه لمانځل شي، او کله چې دقيامت هغه ورځ راشي چې الله به مړي پکې دحساب او بدلې لپاره راپاڅوي، نو دباطل والا چې له هغه پرته دنورو عبادت يې کولو، دحق دباطلولو او باطل ثابتولو هڅه يې کوله هغوی به تاوانيان شي
وَتَرَىٰ كُلَّ أُمَّةٍۢ جَاثِيَةًۭ ۚ كُلُّ أُمَّةٍۢ تُدْعَىٰٓ إِلَىٰ كِتَـٰبِهَا ٱلْيَوْمَ تُجْزَوْنَ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿٢٨﴾
او ای رسوله! په دغه ورځ به وينې چې هر امت به پر خپلو زنګنو پروت وي دهغه څه انتظار به کوي چې ورسره کيږي، هر امت به دهغوکړنو کتاب ته راغوښتل کيږي چې حفظه پرېښتو ليکلي دي او نن ورځ به ای خلکو تاسوته دهغه څه خير او شر بدله درکول کيږي چې په دنيا کې مو کول
هَـٰذَا كِتَـٰبُنَا يَنطِقُ عَلَيْكُم بِٱلْحَقِّ ۚ إِنَّا كُنَّا نَسْتَنسِخُ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿٢٩﴾
دغه زموږ کتاب چې زموږ پرېښتو ستاسو عملونه پکې ليکل پرتاسو به په حقه شاهدي وايي، نو ويې لولئ، بېشکه موږ پرېښتو ته امر کولو چې هغه څه وليکي چې تاسو په دنيا کې کول
فَأَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ فَيُدْخِلُهُمْ رَبُّهُمْ فِى رَحْمَتِهِۦ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلْفَوْزُ ٱلْمُبِينُ ﴿٣٠﴾
نو هغه کسان چې ايمان يې راوړی او نېک عملونه يې کړي دي، خپل پالونکی به يې په خپل رحمت سره جنت ته ننباسي، دغه بدله چې الله هغوی ته ورکړه هغه څرګنده بريا ده چې هيڅ بريا نه شي ورته رسېدلی
وَأَمَّا ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ أَفَلَمْ تَكُنْ ءَايَـٰتِى تُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ فَٱسْتَكْبَرْتُمْ وَكُنتُمْ قَوْمًۭا مُّجْرِمِينَ ﴿٣١﴾
او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی دهغوی دچوپ کولو لپاره به ورته وويل شي: آيا زما آيتونه پرتاسو نه لوستل کېدل، چې پر هغو له ايمان راوړلو مو لويي وکړه، او تاسو مجرم قوم واست، چې کفر او ګناهونه مو کول؟!. مخ ۴ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ق ن
وَإِذَا قِيلَ إِنَّ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقٌّۭ وَٱلسَّاعَةُ لَا رَيْبَ فِيهَا قُلْتُم مَّا نَدْرِى مَا ٱلسَّاعَةُ إِن نَّظُنُّ إِلَّا ظَنًّۭا وَمَا نَحْنُ بِمُسْتَيْقِنِينَ ﴿٣٢﴾
او کله چې درته وويل شي: بېشکه دالله هغه ژمنه چې له خپلو بندګانو سره يې کړې ده، چې هغه به يې بېرته راژوندي کوي او بدله به يې ورکوي، حق ده هيڅ شک پکې نشته، او قيامت حق دی شک پکې نشته، نو هغو لره عمل وکړئ، تاسو ويل: موږ نه پوهېږو قيامت څه دی؟ موږ يوازې کمزوری ګومان کوو چې هغه راتلونکی دی، او موږ باوري نه يو چې هغه به راشي. وبدا لهم سئات ما عملوا وحاق بهم م اكانوا به يستهزءون
وَبَدَا لَهُمْ سَيِّـَٔاتُ مَا عَمِلُوا۟ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ ﴿٣٣﴾
او هغوی لره به هغه بدې کړنې يې ښکاره شي چې په دنيا يې کې يې له کفر او ګناهونو څخه کړي دي، او هغه عذاب به پرې راشي چې پر هغو دوېرولو پر مهال يې ملنډې پرې وهلې
وَقِيلَ ٱلْيَوْمَ نَنسَىٰكُمْ كَمَا نَسِيتُمْ لِقَآءَ يَوْمِكُمْ هَـٰذَا وَمَأْوَىٰكُمُ ٱلنَّارُ وَمَا لَكُم مِّن نَّـٰصِرِينَ ﴿٣٤﴾
او الله به هغوی ته ووايي: نن مو په اور کې پرېږدم، لکه څنګه چې تاسو ددغې ورځې سره مخامخېدل هېر کړي وو، نو په ايمان راوړلو او نېک عمل مو چمتووالی نه ورته نيولو، او هستوګنځی مو چې ورځئ به هغه اور دی، او تاسو لره به مرستندويان نه وي چې دالله عذاب درڅخه دفع کړي
ذَٰلِكُم بِأَنَّكُمُ ٱتَّخَذْتُمْ ءَايَـٰتِ ٱللَّهِ هُزُوًۭا وَغَرَّتْكُمُ ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَا ۚ فَٱلْيَوْمَ لَا يُخْرَجُونَ مِنْهَا وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ ﴿٣٥﴾
دغه ستاسو عذاب چې پرې په عذابېږئ ددې له امله دی چې زموږ آيتونه مو مسخرې ګرځولي وو چې ملنډې مو پرې وهلې، او ددنيا ژوند په خپلو مزو او خوندو سره دوکه کړي وئ، نو نن به دغه زموږ پر آيتونو ملنډې وهونکي کافران له اوره نه اېستل کيږي، بلکې تل ترتله به پکې پاتې کيږي، او ددنيا ژوند ته به نه ګرځول کيږي تر څو نېک عمل وکړي او پالونکی يې ترې راضي شي
فَلِلَّهِ ٱلْحَمْدُ رَبِّ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَرَبِّ ٱلْأَرْضِ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٣٦﴾
نو يوازې الله لره ستاينه ده دآسمانونو پالونکی او دځمکې پالونکی او دټولو مخلوقاتو پالونکی
وَلَهُ ٱلْكِبْرِيَآءُ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۖ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ ﴿٣٧﴾
او هغه لره په آسمانونو او په ځمکه کې دروندوالی او لويي ده او هغه داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې زورور کېدلای، دخپل مخلوق په پيدايښت، او د مخلوقاتو په اندازه کولو کې او خپل تدبير او شريعت کې حکمت والا دی. مخ ۵ له ۵ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر