حمٓ ﴿١﴾
دبقرې سورت په پيل کې ددغو غوندې تورو تفصيل تېر شو
کور›تفسیر›الدخان (٤٤)
مکي · ٥٩ آیتونه
حمٓ ﴿١﴾
دبقرې سورت په پيل کې ددغو غوندې تورو تفصيل تېر شو
وَٱلْكِتَـٰبِ ٱلْمُبِينِ ﴿٢﴾
الله په هغه قرآن لوړه (قسم) وکړ چې حق ته دهدايت لا رې لپاره روښانه کوونکی دی
إِنَّآ أَنزَلْنَـٰهُ فِى لَيْلَةٍۢ مُّبَـٰرَكَةٍ ۚ إِنَّا كُنَّا مُنذِرِينَ ﴿٣﴾
بېشکه موږ قرآن دقدر په شپه کې نازل کړی، هغه شپه دزياتو ښېګڼو شپه ده، بېشکه موږ پر دغه قرآن وېروونکي يو. فيها يفرق كل أمر حكيم
فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ ﴿٤﴾
په دغه شپه کې دهر محکم کار پرېکړه کيږي چې تر روزيو، دمرګ تر وختونو او دېته ورته نورو هغه څه پورې تړاو لري چې الله يې په دغه کال کې پيداکوي
أَمْرًۭا مِّنْ عِندِنَآ ۚ إِنَّا كُنَّا مُرْسِلِينَ ﴿٥﴾
موږ له خپل لورې دهر محکم کار پرېکړه کوو، بېشکه موږ درسولانو لېږونکي يو
رَحْمَةًۭ مِّن رَّبِّكَ ۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ ﴿٦﴾
ای رسوله! موږ رسولان لېږو هغو خلکو ته ستا دپالونکي درحمت په توګه چې ورلېږل شوي دي، بېشکه هغه پاک ذات دخپلو بندګانو دويناوو اورېدونکی، پر کړنو او نيتو يې ښه پوه دی له هغه له دې څخه هيڅ هم پټ نه دي
رَبِّ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَآ ۖ إِن كُنتُم مُّوقِنِينَ ﴿٧﴾
دآسمانونو پالونکی دی، دځمکې پالونکی دی او دهغه څه پالونکی دی چې دهغو دواړو ترمنځ دي، که چېرې تاسو پر دغه باور کوونکي ياست، نو زما پر رسول ايمان راوړئ
لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ يُحْىِۦ وَيُمِيتُ ۖ رَبُّكُمْ وَرَبُّ ءَابَآئِكُمُ ٱلْأَوَّلِينَ ﴿٨﴾
له هغه پرته بل معبود نشته، ژوندي کول کوي او مړه کول کوي، له هغه پرته ژوندی کوونکی او مړه کوونکی نشته، ستاسو پالونکی او ستاسو دلومړنيو پلرونو پالونکی دی. بل هم فى شك يلعبون
بَلْ هُمْ فِى شَكٍّۢ يَلْعَبُونَ ﴿٩﴾
دغه مشرکان پر دې خبره باور کوونکي نه دي، بلکې هغوی ترې په شک کې دي، او په هغه څه کې لوبې کوي چې باطل دي. مخ ۱ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
فَٱرْتَقِبْ يَوْمَ تَأْتِى ٱلسَّمَآءُ بِدُخَانٍۢ مُّبِينٍۢ ﴿١٠﴾
نو ای رسوله دخپل قوم دنېږدې عذاب انتظار کوه، په کومه ورځ چې آسمان ښکاره دود راوړي، چې هغوی به يې له سختې لوږې په سترګو ويني
يَغْشَى ٱلنَّاسَ ۖ هَـٰذَا عَذَابٌ أَلِيمٌۭ ﴿١١﴾
ستا قوم ته به عام شي، او هغوی ته به وويل شي: دا عذاب چې تاسوته در رسېدلی دردوونکی دی
رَّبَّنَا ٱكْشِفْ عَنَّا ٱلْعَذَابَ إِنَّا مُؤْمِنُونَ ﴿١٢﴾
خپل پالونکي ته به په سوال کولو زارۍ کوي: چې ای زموږ پالونکيه هغه عذاب چې پر موږ دې رالېږلئ را څخه اېسته کړه، بېشکه موږ پر تا او ستا پر رسول ايمان راوړونکي يو که هغه له موږ اېسته کړې
أَنَّىٰ لَهُمُ ٱلذِّكْرَىٰ وَقَدْ جَآءَهُمْ رَسُولٌۭ مُّبِينٌۭ ﴿١٣﴾
څنګه به هغوی لره وي چې پند ترلاسه کوي او خپل پالونکي ته ور وګرځي، حال دا چې هغوی لره رسول له خپل څرګند رسالت سره راغی، او هغوی يې رېښتينولي او امانتداري وپېژندله؟! ثم تولوا عنه وقالوا معلم م جنون
ثُمَّ تَوَلَّوْا۟ عَنْهُ وَقَالُوا۟ مُعَلَّمٌۭ مَّجْنُونٌ ﴿١٤﴾
بيا هغوی يې له منلو مخ واړولو، او دهغه په اړه يې وويل: هغه ته ښوونه شوې چې بل څوک يې ورته ښيي او هغه رسول نه دی او په اړه يې وويل: هغه لېونی دی
إِنَّا كَاشِفُوا۟ ٱلْعَذَابِ قَلِيلًا ۚ إِنَّكُمْ عَآئِدُونَ ﴿١٥﴾
بېشکه موږ چې کله له تاسو څخه عذاب دلږې مودې لپاره لرې کړو، تاسو بېرته خپل کفر او درواغ ګڼلو ته ورګرځېدونکي ياست
يَوْمَ نَبْطِشُ ٱلْبَطْشَةَ ٱلْكُبْرَىٰٓ إِنَّا مُنتَقِمُونَ ﴿١٦﴾
او ای رسوله! هغوی ته دهغې ورځې انتظار وکړه چې موږ به ستا دقوم کافران په لويه نيونه سره ونيسو دبدر په ورځ، بېشکه موږ له هغوی څخه دهغوی پر الله دکفر او دهغوی لخوا درسول ددرواغ ګڼلو له امله غچ اخېستونکي يو
۞ وَلَقَدْ فَتَنَّا قَبْلَهُمْ قَوْمَ فِرْعَوْنَ وَجَآءَهُمْ رَسُولٌۭ كَرِيمٌ ﴿١٧﴾
او له هغوی مخکې مو دفرعون قوم وازمويلو، او دالله له لوري عزتمن رسول ورته راغی چې هغوی يې دالله يووالي او عبادت ته رابلل، او هغه موسی عليه السلام و
أَنْ أَدُّوٓا۟ إِلَىَّ عِبَادَ ٱللَّهِ ۖ إِنِّى لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌۭ ﴿١٨﴾
موسی فرعون او قوم ته يې وويل: بني اسرائيل ماته پرېږدئ، هغوی دالله بندګان دي، تاسو دا حق نه لرئ چې هغوی مرېيان کړئ، بېشکه زه تاسو لره دالله له لوري رسول يم، په هغه څه کې امانتداره يم چې ماته يې تر تاسو پورې درسولو امر کړی دی، له هغه نه څه کموم او نه څه ورزياتوم
وَأَن لَّا تَعْلُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ ۖ إِنِّىٓ ءَاتِيكُم بِسُلْطَـٰنٍۢ مُّبِينٍۢ ﴿١٩﴾
او دالله پر وړاندې دهغه دعبادت په پرېښودلو تکبر او دبندګانو پر وړاندې يې لويي مه کوئ، بېشکه زه تاسوته له څرګند دليل سره راتلونکی يم. مخ ۲ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر وإنى عذت بربى وربكم أن ترجمون
وَإِنِّى عُذْتُ بِرَبِّى وَرَبِّكُمْ أَن تَرْجُمُونِ ﴿٢٠﴾
او زه په خپل پالونکي او ستاسو په پالونکي پناه غواړم له دې چې تاسو مې دډبرو په وېشتلو ووژنئ
وَإِن لَّمْ تُؤْمِنُوا۟ لِى فَٱعْتَزِلُونِ ﴿٢١﴾
او که چېرې هغه څه رېښتيني نه ګڼئ چې راوړي مې دي، نو را څخه ګوښه شئ، او په بدۍ مه را نېږدې کېږئ
فَدَعَا رَبَّهُۥٓ أَنَّ هَـٰٓؤُلَآءِ قَوْمٌۭ مُّجْرِمُونَ ﴿٢٢﴾
نو موسی خپل پالونکي ته دعا وکړه: چې دغه قوم- فرعون او سرداران يې، مجرم قوم دی چې په سزا کې دبيړې مستحق دي. فأ سر بعبادى ليلا إ نكم م تبعون
فَأَسْرِ بِعِبَادِى لَيْلًا إِنَّكُم مُّتَّبَعُونَ ﴿٢٣﴾
نو الله موسی ته امر وکړ چې خپل قوم يې دشپې لخوا بوځي او په دې يې خبر کړ چې فرعون او قوم به يې په هغوی پسې کيږي
وَٱتْرُكِ ٱلْبَحْرَ رَهْوًا ۖ إِنَّهُمْ جُندٌۭ مُّغْرَقُونَ ﴿٢٤﴾
او امر يې ورته وکړ چې کله دی او بني اسرائيل له درياب څخه تېر شي، نو بيا دې درياب همداسې ولاړ پرېږدي لکه څنګه چې و، بېشکه فرعون او لښکر يې په درياب کې په ډوبېدو تباه کېدونکي دي. كم تركوامن جنت وعيون
كَمْ تَرَكُوا۟ مِن جَنَّـٰتٍۢ وَعُيُونٍۢ ﴿٢٥﴾
فرعون او قوم يې ترشا څومره باغونه او روانې چينې پرېښودې. وزروع ومقام كريم
وَزُرُوعٍۢ وَمَقَامٍۢ كَرِيمٍۢ ﴿٢٦﴾
او تر خپلو شاوو يې څومره کروندې او ښکلې مجلسونه پرېښودل. ونعمةكانوا فيها فكهين
وَنَعْمَةٍۢ كَانُوا۟ فِيهَا فَـٰكِهِينَ ﴿٢٧﴾
او تر خپلو شاوو يې څومره عیاشۍ پرېښودې چې په هغو کې په مزو کې وو
كَذَٰلِكَ ۖ وَأَوْرَثْنَـٰهَا قَوْمًا ءَاخَرِينَ ﴿٢٨﴾
هغوی لره همداسې پېښ شول لکه څنګه چې تاسوته بيان کړای شول، او دهغوی باغونه، چينې، کروندې او هستوګنځي مو بل قوم ته په ميراث ورکړل چې هغه بني اسرائيل دي
فَمَا بَكَتْ عَلَيْهِمُ ٱلسَّمَآءُ وَٱلْأَرْضُ وَمَا كَانُوا۟ مُنظَرِينَ ﴿٢٩﴾
نو پر فرعون او قوم يې نه آسمان او نه ځمکې وژړل کله چې ډوب شول، اونه هغوی ته مهلت ورکړل شو ترڅو توبه وباسي. مخ ۳ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَلَقَدْ نَجَّيْنَا بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ مِنَ ٱلْعَذَابِ ٱلْمُهِينِ ﴿٣٠﴾
او له شک پرته موږ بني اسرائيل له سپکوونکي عذابه وژغورل، داسې چې فرعون او قوم يې دهغوی زامن وژل او ښځې يې ژوندۍ پرېښودې
مِن فِرْعَوْنَ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ عَالِيًۭا مِّنَ ٱلْمُسْرِفِينَ ﴿٣١﴾
هغوی مو دفرعون له عذابه وژغورل، بېشکه هغه دالله له امر او دينه له بريده اوښتونکو لويي کوونکی و
وَلَقَدِ ٱخْتَرْنَـٰهُمْ عَلَىٰ عِلْمٍ عَلَى ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٣٢﴾
او له شک پرته بني اسرائيلو مو له خپل لوري په پوهه دخپلې زمانې پر خلکو غوره وګرځول دهغوی دزياتو نبيانو له امله
وَءَاتَيْنَـٰهُم مِّنَ ٱلْـَٔايَـٰتِ مَا فِيهِ بَلَـٰٓؤٌۭا۟ مُّبِينٌ ﴿٣٣﴾
او هغوی ته مو داسې دلايل او برهانونه[معجزې] ورکړل چې دموسی ملاتړ مو پرې وکړ چې هغوی لره پکې څرګند نعمت ولکه من، سلوی [ترینجبین او مړزان]او داسې نور
إِنَّ هَـٰٓؤُلَآءِ لَيَقُولُونَ ﴿٣٤﴾
بېشکه دغه درواغ ګڼونکي مشرکان به هرومرو دبېرته را پاڅېدو څخه دانکار کوونکو په توګه وايي:
إِنْ هِىَ إِلَّا مَوْتَتُنَا ٱلْأُولَىٰ وَمَا نَحْنُ بِمُنشَرِينَ ﴿٣٥﴾
بل څه نه دي مګر همدا زموږ لومړی مرګ دی، نو له هغو وروسته ژوند نشته، او موږ له دغه مرګ وروسته بېرته راپاڅېدونکي نه يو
فَأْتُوا۟ بِـَٔابَآئِنَآ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ ﴿٣٦﴾
نو ای محمده! ته او څوک چې ستا له پيروانو درسره دي زموږ پلرونه ژوندي راته راولئ چې مړه شوي دي که چېرې تاسو په هغه څه کې رېښتيني ياست چې دعوی يې کوئ چې الله به دحساب او جزا لپاره مړي بېرته ژوندي را پورته کوي
أَهُمْ خَيْرٌ أَمْ قَوْمُ تُبَّعٍۢ وَٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ أَهْلَكْنَـٰهُمْ ۖ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ مُجْرِمِينَ ﴿٣٧﴾
ای رسوله! دغه ستا درواغجن ګڼونکي مشرکان په ځواک او پياوړتيا کې زيات دي او که دتبع هغه قوم چې له هغوی مخکې دعاد او ثمود غوندې خلک وو، هغوی ټول مو تباه کړل، بېشکه هغوی مجرمان وو
وَمَا خَلَقْنَا ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لَـٰعِبِينَ ﴿٣٨﴾
او موږ آسمانونه او ځمکه او څه يې چې ترمنځ دي داسې نه دي پيداکړي چې په پيداکولو یې لوبې کوونکي وو
مَا خَلَقْنَـٰهُمَآ إِلَّا بِٱلْحَقِّ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٣٩﴾
موږ آسمانونه او ځمکه نه دي پيداکړي مګر ديو لوی حکمت لپاره، خو دمشرکانو ډېری پر دغه نه پوهيږي. مخ ۴ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
إِنَّ يَوْمَ ٱلْفَصْلِ مِيقَـٰتُهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿٤٠﴾
بېشکه دقيامت ورځ چې دبندګانو ترمنځ به پرېکړه پکې کيږي دټولو مخلوقاتو لپاره ټاکلی وخت دی چې الله به هغوی پکې راغونډوي. يوم لا يغنى مولى عن م ولى شئا ولا هم ينصرون
يَوْمَ لَا يُغْنِى مَوْلًى عَن مَّوْلًۭى شَيْـًۭٔا وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ ﴿٤١﴾
هغه ورځ چې خپل به خپل ته او ملګری به ملګري ته ګټه نه شي رسولای، او نه به هغوی دالله له عذابه ژغورل کيږي، ځکه پاچايي به هغه ورځ الله لره وي، هيڅوک يې دعوی نه شي کولای
إِلَّا مَن رَّحِمَ ٱللَّهُ ۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ ﴿٤٢﴾
پرته له هغه چا چې له خلکو الله پرې رحم کړی وي، ځکه هغه به له مخکې لېږلي نېک عمل څخه ګټه پورته کوي، بېشکه الله داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې زورور کېدلای، او له بندګانو يې چې څوک توبه وباسي پر هغو مهربان دی
إِنَّ شَجَرَتَ ٱلزَّقُّومِ ﴿٤٣﴾
بېشکه دزقوم هغه ونه چې الله ددوزخ په تل کې را شنه کړې ده
طَعَامُ ٱلْأَثِيمِ ﴿٤٤﴾
دلوی ګناه کوونکي خوراک دی او هغه کافر دی چې دهغې ناوړه مېوه به خوري
كَٱلْمُهْلِ يَغْلِى فِى ٱلْبُطُونِ ﴿٤٥﴾
دغه مېوه به دتورې تانبې غوندې دهغې دسخت ګرموالي له امله دهغوی په ګېډو کې اېشيږي
كَغَلْىِ ٱلْحَمِيمِ ﴿٤٦﴾
په شان دهغه اوبو چې په ګرموالي او خوټکیدو کې انتهاء ته رسیدلې وي
خُذُوهُ فَٱعْتِلُوهُ إِلَىٰ سَوَآءِ ٱلْجَحِيمِ ﴿٤٧﴾
پر اور ګومارل شويو پرېښتو ته به وويل شي: هغه را ونیسئ، په تشدد او سختۍ يې ددوزخ منځ ته را کش کړئ
ثُمَّ صُبُّوا۟ فَوْقَ رَأْسِهِۦ مِنْ عَذَابِ ٱلْحَمِيمِ ﴿٤٨﴾
بيا دد غه په عذاب شوي پر سر دپاسه ګرمې اوبه ور تويې کړئ چې عذاب ترې جلا نه شي
ذُقْ إِنَّكَ أَنتَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْكَرِيمُ ﴿٤٩﴾
او هغه ته به دملنډو په ډول وویل شي: دغه دردوونکی عذاب وڅکه، بېشکه ته داسې برلاسی وې چې په خپل قوم کې دې پلوی عزتمن وظلم نه پرې کېدلو. مخ ۵ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر إن هذا ما كنتم به تمترون
إِنَّ هَـٰذَا مَا كُنتُم بِهِۦ تَمْتَرُونَ ﴿٥٠﴾
بېشه دغه عذاب هغه دی چې تاسو يې دقيامت په ورځ په رامنځته کېدو کې شک کولو، نو دهغو په ليدلو سره مو شک له منځه ولاړلو
إِنَّ ٱلْمُتَّقِينَ فِى مَقَامٍ أَمِينٍۢ ﴿٥١﴾
بېشکه دخپل پالونکي دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره به متقيان ددرېدلو په ځای کې له هر ناوړه څخه ډاډه وي چې هغوی ته دې ور ورسيږي. فى جنت وعيون
فِى جَنَّـٰتٍۢ وَعُيُونٍۢ ﴿٥٢﴾
په باغونو او روانو چينو کې. يلبسون من سندس وإستبرق م تقبلين
يَلْبَسُونَ مِن سُندُسٍۢ وَإِسْتَبْرَقٍۢ مُّتَقَـٰبِلِينَ ﴿٥٣﴾
په جنت کې به نري او ډبل ورېښم اغوندي، ځينې به ځينو ته مخامخ ناست وي، له هغوی به يو دبل څټ نه ويني. كذلك وزو جنهم ب حور عين
كَذَٰلِكَ وَزَوَّجْنَـٰهُم بِحُورٍ عِينٍۢ ﴿٥٤﴾
لکه څنګه مو چې په ياد شويو شيانو يې درناوی وکړ، په جنت کې به يې له داسې ښايستو ښځو سره ودونه ور وکړو چې لويې لويې سترګې به يې وي چې دسترګو سپين به يې ډېر تک سپين وي او تور به يې ډېر تک تور وي. يدعون فيها بكل فكهة ءامنين
يَدْعُونَ فِيهَا بِكُلِّ فَـٰكِهَةٍ ءَامِنِينَ ﴿٥٥﴾
خپل خادمان به را غواړي تر څو هر ډول مېوې چې غواړي يې ورته را یې وړي له ختمېدو او ضرره به يې ډاډه وي
لَا يَذُوقُونَ فِيهَا ٱلْمَوْتَ إِلَّا ٱلْمَوْتَةَ ٱلْأُولَىٰ ۖ وَوَقَىٰهُمْ عَذَابَ ٱلْجَحِيمِ ﴿٥٦﴾
تل به پکې وي، ددنيا په ژوند کې له لومړي مرګ پرته بل مرګ به پکې نه څکي، او پالونکی به يې داور له عذابه ساتي
فَضْلًۭا مِّن رَّبِّكَ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ ﴿٥٧﴾
دغه ياد شوی ستا دپالونکي له لوري فضل او احسان دی دهغوی جنت ته په ننه اېستلو او له اوره په ژغورلو سره، هغه لویه بريا ده چې هيڅ بريا نه شي ورته رسېدلای. فإنما يسرنه بلسانك لعلهم يتذك رون
فَإِنَّمَا يَسَّرْنَـٰهُ بِلِسَانِكَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ ﴿٥٨﴾
نو دغه قرآن مو آسانه کړ او ای رسوله! ستا په عربي ژبه مو په نازلولو سره آسانه وګرځولو ترڅو هغوی پند واخلي
فَٱرْتَقِبْ إِنَّهُم مُّرْتَقِبُونَ ﴿٥٩﴾
نو دخپلې بريا او دهغوی دتباهۍ انتظار کوه، بېشکه هغوی هم ستا دتباهۍ انتظار کوونکي دي. مخ ۶ له ۶ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر