کورتفسیرالزخرف (٤٣)

تفسیر الزخرف — Az-Zukhruf (43)

مکي · ٨٩ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

حمٓ ﴿١﴾

دسورت بقرې په پيل کې ددې په شانته تورو تفصيل تېر شوی

وَٱلْكِتَـٰبِ ٱلْمُبِينِ ﴿٢﴾

الله په قران قسم کړی چې روښانه کوونکی دی دهدایت او حق لیارو لره. ي إ ن اجعلنه قرءنا عربا لعل كم تعقلون

إِنَّا جَعَلْنَـٰهُ قُرْءَٰنًا عَرَبِيًّۭا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿٣﴾

بېشکه هغه مو دعربو پر ژپه قرآن ګرځولی، په دې هيله چې له عقله کارواخلئ ای هغې ډلې چې ستاسو په ژبه نازل شوی، چې په ليدو سره پرې پوهېږئ، ترڅو يې نورو امتونو ته ورسوئ

وَإِنَّهُۥ فِىٓ أُمِّ ٱلْكِتَـٰبِ لَدَيْنَا لَعَلِىٌّ حَكِيمٌ ﴿٤﴾

او بېشکه دغه قرآن په لوح محفوظ کې دلوړې مرتبې او شان او حکمت والا دی، په امرونو او نواهيوو کې يې آيتونه محکم کړل شوي دي

أَفَنَضْرِبُ عَنكُمُ ٱلذِّكْرَ صَفْحًا أَن كُنتُمْ قَوْمًۭا مُّسْرِفِينَ ﴿٥﴾

نو آيا موږ به دقرآن نازلول په مخ اړولو سره پرېږدو ستاسو دشرک او ګناهونو دزياتوالي له امله؟ دا نه کوو، بلکې پر تاسو رحمت ددغه کار برعکس غوښتنه کوي

وَكَمْ أَرْسَلْنَا مِن نَّبِىٍّۢ فِى ٱلْأَوَّلِينَ ﴿٦﴾

او موږ په پخوانيو امتونو کې څومره نبيان ولېږل؟ وما يأتيهم من نبى إ ل اكانوا به يستهزءون

وَمَا يَأْتِيهِم مِّن نَّبِىٍّ إِلَّا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ ﴿٧﴾

او دغو پخوانيو امتونو ته دالله له لوري هيڅ نبي نه دی راغلی مګر هغوی ملنډې پرې وهلې

فَأَهْلَكْنَآ أَشَدَّ مِنْهُم بَطْشًۭا وَمَضَىٰ مَثَلُ ٱلْأَوَّلِينَ ﴿٨﴾

خو موږ هغه خلک هم تباه کړل چې تر دغو امتونو پياوړي وو، نو څوک چې تر هغوی کمزوري دي دهغوی له تباهۍ به بې وسې نه شو، او په قرآن کې دپخوانيو امتونو دتباه کولو بيان تېر شوی، لکه دعاد، ثمود، دلوط قوم او دمدين خلک

وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ خَلَقَهُنَّ ٱلْعَزِيزُ ٱلْعَلِيمُ ﴿٩﴾

او ای رسوله! که له دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو پوښتنه وکړې: چې آسمانونه چا پيداکړي او چا ځمکه پيداکړې ده؟ ستا دپوښتنې په ځواب کې به هرومرو وايي: هغه برلاسي پيداکړي چې هيڅوک يې نه شي بې وسې کولای، چې پر هرڅه ښه پوه دی. مخ ۱ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُمُ ٱلْأَرْضَ مَهْدًۭا وَجَعَلَ لَكُمْ فِيهَا سُبُلًۭا لَّعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿١٠﴾

الله هغه ذات دی چې ځمکه يې ستاسو لپاره فرش ګرځولې، نو هغه يې ستاسو لپاره پایمال[مناسبه دګرځیدو] کړې چې تاسو په خپلو پښو پرې ګرځئ، او په هغې کې يې ستاسو لپاره دهغې په غرونو او شېلو کې لا رې ګرځولې دي، په دې هيله چې په خپل تګ کې مولا رښوونه پرې ترلاسه کړئ

وَٱلَّذِى نَزَّلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءًۢ بِقَدَرٍۢ فَأَنشَرْنَا بِهِۦ بَلْدَةًۭ مَّيْتًۭا ۚ كَذَٰلِكَ تُخْرَجُونَ ﴿١١﴾

او هغه ذات چې له آسمانه يې دومره اوبه را اورولې دي چې ستاسو لپاره بسنه کوي، ستاسو دڅارويو او کښتونو لپاره بسنه کوي، نو پر هغو مو وچ ښار را ژوند کړی چې هيڅ شينګی پکې نه وه، لکه څنګه چې الله دغه وچه ځمکه په شينګيوو را ژوندۍ کړې ده همداسې به تاسو په بېرته را پاڅولو را ژوندي کړي

وَٱلَّذِى خَلَقَ ٱلْأَزْوَٰجَ كُلَّهَا وَجَعَلَ لَكُم مِّنَ ٱلْفُلْكِ وَٱلْأَنْعَـٰمِ مَا تَرْكَبُونَ ﴿١٢﴾

او هغه ذات چې له ټولو يې بېلابېل ډولونه پيدا کړي، لکه شپه، ورځ، نارينه، ښځينه او داسې نور، او تاسو لره يې کښتۍ او څاروي داسې ګرځولي چې په خپلو سفرونو کې پرې سپرېږئ، په درياب کې په کښتيو کې سپرېږئ او په وچه کې پر څارويو سپرېږئ

لِتَسْتَوُۥا۟ عَلَىٰ ظُهُورِهِۦ ثُمَّ تَذْكُرُوا۟ نِعْمَةَ رَبِّكُمْ إِذَا ٱسْتَوَيْتُمْ عَلَيْهِ وَتَقُولُوا۟ سُبْحَـٰنَ ٱلَّذِى سَخَّرَ لَنَا هَـٰذَا وَمَا كُنَّا لَهُۥ مُقْرِنِينَ ﴿١٣﴾

مقرنين دغه ټول يې تاسو لره ګرځولي دي، په دې هيله چې تاسو مو په خپلو سفرونو کې پر شاوويې سپرېږئ، بيا دخپل پالونکي نعمتونه ستاسو لپاره دهغو په تایع کولو در په ياد کړئ، کله چې دهغو پر شاوو ځای پرځای شئ او په ژبو مو ووايی: پاک او سپېڅلی دی هغه ذات چې موږ لره يې دغه سپرلۍ چمتو کړې او تابع کړې ده، نو موږ یې وتوانولو په هغې او موږ دهغه توان لرونکي نه وو، که دالله تایع کول نه وای

وَإِنَّآ إِلَىٰ رَبِّنَا لَمُنقَلِبُونَ ﴿١٤﴾

او بېشکه موږ دخپل پالونکي لوري ته زموږ له مړينې وروسته دحساب او بدلې لپاره ورګرځېدونکي يو

وَجَعَلُوا۟ لَهُۥ مِنْ عِبَادِهِۦ جُزْءًا ۚ إِنَّ ٱلْإِنسَـٰنَ لَكَفُورٌۭ مُّبِينٌ ﴿١٥﴾

او مشرکان ګومان کوي چې ځينې خلک دپيداکوونکي پاک ذات څخه پيداشوي کله يې چې وويل: پرېښتې دالله لوڼې دي، بېشکه هغه انسان چې دا ډول وينا کوي هغه هرومرو ناشکره او په څرګند کفر اولا رورکۍ کې دی

أَمِ ٱتَّخَذَ مِمَّا يَخْلُقُ بَنَاتٍۢ وَأَصْفَىٰكُم بِٱلْبَنِينَ ﴿١٦﴾

ای مشرکانو آيا تاسو دا وايئ: چې الله دځان لپاره له مخلوقه لوڼې ونيولې، او تاسو يې له اولاده په زامنو ځانګړې کړي یاست؟! دا وېش څه ډول وېش دی چې تاسو يې ګومان کوئ؟!. د وإذا بشرأحدهم بما ضرب للرحمن مثلا ظل وجهه مسو اوهو كظيم

وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُم بِمَا ضَرَبَ لِلرَّحْمَـٰنِ مَثَلًۭا ظَلَّ وَجْهُهُۥ مُسْوَدًّۭا وَهُوَ كَظِيمٌ ﴿١٧﴾

او کله چې له هغوی کوم يوه ته دهغې لور زيری ورکړل شي چې خپل پالونکي ته يې نسبت کوي، نو مخ یې له غمه او خپګانه تک تور شي، او له غوسې ډک شي، نو څنګه خپل پالونکي ته دهغه څه نسبت کوي چې په خپله پرې غمجن کيږي کله چې دهغو زيری ورکړل شي. مخ ۲ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

أَوَمَن يُنَشَّؤُا۟ فِى ٱلْحِلْيَةِ وَهُوَ فِى ٱلْخِصَامِ غَيْرُ مُبِينٍۢ ﴿١٨﴾

ايا خپل پالونکي ته هغه څوک منسوبوي چې هغه په زیوراتو کې لوی شویدی او هغه په جګړه کې دخپل ښځينه توب له کبله ناڅرګنده خبرو والا وي

وَجَعَلُوا۟ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةَ ٱلَّذِينَ هُمْ عِبَـٰدُ ٱلرَّحْمَـٰنِ إِنَـٰثًا ۚ أَشَهِدُوا۟ خَلْقَهُمْ ۚ سَتُكْتَبُ شَهَـٰدَتُهُمْ وَيُسْـَٔلُونَ ﴿١٩﴾

او هغه پرېښتې چې درحمان پاک ذات بندګانې دي هغوی ته يې ښځينه وويل: آيا دوی هغه مهال حاضر وو چې الله هغوی پيداکولې، چې هغوی ته څرګنده شوه چې هغه پرېښتې ښځينه دي؟! پرېښتې به دهغوی دغه شاهدي ليکي، او دقيامت په ورځ به هغوی يې په اړه پوښتل کيږي او دخپلو درواغو له امله به پرې سزاورکول کيږي

وَقَالُوا۟ لَوْ شَآءَ ٱلرَّحْمَـٰنُ مَا عَبَدْنَـٰهُم ۗ مَّا لَهُم بِذَٰلِكَ مِنْ عِلْمٍ ۖ إِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ ﴿٢٠﴾

او هغوی په تقدير داستدلال کولو په ډول وويل: که چېرې الله غوښتی چې موږ دې دپرېښتو عبادت نه وای کړی، نو نه به مو وای، نو زموږ له لوري داسې کېدل د هغه پر رضايت دلالت کوي، هغوی لره پردغه وينا يې هيڅ پوهه نشته، هغوی يوازې درواغ وايي. أم ءاتينهم كتبا من قبله فهم به مستمسكون

أَمْ ءَاتَيْنَـٰهُمْ كِتَـٰبًۭا مِّن قَبْلِهِۦ فَهُم بِهِۦ مُسْتَمْسِكُونَ ﴿٢١﴾

يا مو دغه مشرکانو ته له قرآن مخکې کوم کتاب ورکړی چې هغوی لره له الله پرته دبل چا عبادت روا کوي؟! نو هغوی ددغه کتاب ټينګ نيوونکي دي، چې استدلال پرې کوي

بَلْ قَالُوٓا۟ إِنَّا وَجَدْنَآ ءَابَآءَنَا عَلَىٰٓ أُمَّةٍۢ وَإِنَّا عَلَىٰٓ ءَاثَـٰرِهِم مُّهْتَدُونَ ﴿٢٢﴾

نه دا نه ده واقع شوې بلکه په تقلید یې دلیل ونیوه او ویې ویل: بیشکه مونږ موندلي خپل مشران په یو دین هغه دا چې دبوتانو عبادت به یې کاوه او مونږ په شرک کې د هغوی پیروي کوو

وَكَذَٰلِكَ مَآ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ فِى قَرْيَةٍۢ مِّن نَّذِيرٍ إِلَّا قَالَ مُتْرَفُوهَآ إِنَّا وَجَدْنَآ ءَابَآءَنَا عَلَىٰٓ أُمَّةٍۢ وَإِنَّا عَلَىٰٓ ءَاثَـٰرِهِم مُّقْتَدُونَ ﴿٢٣﴾

م قتدون او لکه څنګه چې دغو (خپل رسولان) درواغجن وګڼل، او دخپلو پلرونو پر پيروۍ يې استدلال وکړ، ای رسوله! له تا مخکې مو هم په هيڅ کلي کې رسول نه دی لېږلی چې خپل قوم ووېروي، مګر دا چې په هغوی کې کوم شتمن مشران او سرداران وو هغوی ويلي دي: موږ مو خپل پلرونه پر يو دين او ملت موندلي دي، او موږ د هغوی په پلو پل ږدو. نو ستا قوم په دې کې نوی نه دی

۞ قَـٰلَ أَوَلَوْ جِئْتُكُم بِأَهْدَىٰ مِمَّا وَجَدتُّمْ عَلَيْهِ ءَابَآءَكُمْ ۖ قَالُوٓا۟ إِنَّا بِمَآ أُرْسِلْتُم بِهِۦ كَـٰفِرُونَ ﴿٢٤﴾

هغوی ته يې رسول وويل: آيا تاسو دخپلو پلرونو پيروي کوئ که څه هم ما چې څه درته راوړي هغه دهغوی تر هغه ملت هم غوره دي چې هغوی پرې وو؟ هغوی وايي: موږ پر هغه څه کافران يو چې ته او له تا مخکې رسولان ورسره لېږل شوي دي

فَٱنتَقَمْنَا مِنْهُمْ ۖ فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلْمُكَذِّبِينَ ﴿٢٥﴾

له هغو امتونو مو غچ واخيست چې له تا مخکې رسولان يې درواغجن وګڼل، چې هغوی مو تباه کړل، نو فکر وکړه دخپلو رسولانو ددرواغجن ګڼونکو پايله څنګه وه؟ نو پايله يې ډېره دردوونکې وه. مخ ۳ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَإِذْ قَالَ إِبْرَٰهِيمُ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِۦٓ إِنَّنِى بَرَآءٌۭ مِّمَّا تَعْبُدُونَ ﴿٢٦﴾

ای رسوله! په ياد کړه هغه وخت چې ابراهيم خپل پلار او قوم ته وويل: بېشکه زه له هغو بوتانو بېزار يم چې تاسو يې له الله پرته عبادت کوئ

إِلَّا ٱلَّذِى فَطَرَنِى فَإِنَّهُۥ سَيَهْدِينِ ﴿٢٧﴾

پرته له هغه الله چې زه يې پيداکړی يم، بېشکه هغه به مې هغه څه ته لا رښوونه وکړي چې دکوم سم دين په پيروۍ کې مې ګټه وي. وجعلها كلمةباقية فى عقبه لعلهم يرجعون

وَجَعَلَهَا كَلِمَةًۢ بَاقِيَةًۭ فِى عَقِبِهِۦ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿٢٨﴾

او ابراهيم دتوحيد کلمه (لا اله الا الله) پاتې کېدونکې کلمه وګرځوله له هغه وروسته په خپل اولاد کې، نو دتل لپاره په هغوی کې داسې څوک وي چې الله يو وبولي او هيڅ ورسره نه شريکوي، په دې هيله چې هغوی به له شرک او ګناهونو الله ته په توبه اېستلو راوګرځي

بَلْ مَتَّعْتُ هَـٰٓؤُلَآءِ وَءَابَآءَهُمْ حَتَّىٰ جَآءَهُمُ ٱلْحَقُّ وَرَسُولٌۭ مُّبِينٌۭ ﴿٢٩﴾

ددغو درواغ ګڼونکو مشرکانو په تباه کولو کې مې بيړه ونه کړه، په دنيا کې مې په پرېښودلو ګټه ورکړه، او له هغوی مخکې مې يې پلرونو ته ګټه ورکړه تردې چې قرآن او څرګند بيانوونکی رسول محمد صلی الله عليه وسلم ورته راغلل

وَلَمَّا جَآءَهُمُ ٱلْحَقُّ قَالُوا۟ هَـٰذَا سِحْرٌۭ وَإِنَّا بِهِۦ كَـٰفِرُونَ ﴿٣٠﴾

او کله چې دغه قرآن چې حق دی هيڅ شک پکې نشته ورته راغی هغوی وويل: دا خو کوډې دي چې محمد يې پر موږ کوي، او بېشکه موږ پرې کافران يو او هيڅکله به پرې ايمان را نه وړو

وَقَالُوا۟ لَوْلَا نُزِّلَ هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانُ عَلَىٰ رَجُلٍۢ مِّنَ ٱلْقَرْيَتَيْنِ عَظِيمٍ ﴿٣١﴾

او درواغ ګڼونکو مشرکانو وويل: ولې الله دغه قرآن دبې وزله يتيم محمد پر ځای دمکې او طائف له دوو لویو کسانو څخه پر يو را نازل نه کړ؟

أَهُمْ يَقْسِمُونَ رَحْمَتَ رَبِّكَ ۚ نَحْنُ قَسَمْنَا بَيْنَهُم مَّعِيشَتَهُمْ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ۚ وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍۢ دَرَجَـٰتٍۢ لِّيَتَّخِذَ بَعْضُهُم بَعْضًۭا سُخْرِيًّۭا ۗ وَرَحْمَتُ رَبِّكَ خَيْرٌۭ مِّمَّا يَجْمَعُونَ ﴿٣٢﴾

ای رسوله! آیا هغوی ستا دپالونکي لورېينه وېشي، چې چاته هغوی وغواړي ورکوي يې او چاته وغواړي ترې منع کوي يې يا الله دا کار کوي؟ موږ دهغوی ترمنځ په دنيا کې يې روزۍ وېشلي دي، او له هغوی مو ځينې شتمن او بې وزله ګرځولي دي، ترڅو ځينې دځينو لپاره تابع شي، او ستا دپالونکي لورېينه په آخرت کې ترهغه څه غوره ده چې دغه خلک کوم دختمېدونکې دنيا له مال را ټولوي

وَلَوْلَآ أَن يَكُونَ ٱلنَّاسُ أُمَّةًۭ وَٰحِدَةًۭ لَّجَعَلْنَا لِمَن يَكْفُرُ بِٱلرَّحْمَـٰنِ لِبُيُوتِهِمْ سُقُفًۭا مِّن فِضَّةٍۢ وَمَعَارِجَ عَلَيْهَا يَظْهَرُونَ ﴿٣٣﴾

او که دا وېره نه وای چې خلک به په کفر کې يو امت شي، موږ به هرومرو دهغه چا دکورونو چتونه دسپينو زرو ګرځولي وو چې پر الله کفر کوي، او هغه زينې هم د هغوی لپاره چې پرې خېژي. ولبيوتهم أبوبا وسررا عليها يتكٔون

وَلِبُيُوتِهِمْ أَبْوَٰبًۭا وَسُرُرًا عَلَيْهَا يَتَّكِـُٔونَ ﴿٣٤﴾

او کوټو ته به مو يې دروازې ګرځولې وای[دسپینو زرو]، او کټونه هم چې تکیه یې پرې کولای دامتحان دپاره او دهغوی درانیولو دپاره درجه په درجه. مخ ۴ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَزُخْرُفًۭا ۚ وَإِن كُلُّ ذَٰلِكَ لَمَّا مَتَـٰعُ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ۚ وَٱلْـَٔاخِرَةُ عِندَ رَبِّكَ لِلْمُتَّقِينَ ﴿٣٥﴾

او هرومرو به مو هغوی لره سره زر ګرځولي وو، او دا ټول نه دي مګر ددنيا دژوند توښه ده، نو دنه پاتې کېدو له امله یې ګټه لږ ده، او ای رسوله! په آخرت کې چې ستا دپالونکي په وړاندې کوم نعمتونه دي هغه غوره دي دهغو خلکو لپاره چې له الله څخه دهغه دامرونو په پرځای کولو او نواهيوو يې په ځان ساتلو وېريږي

وَمَن يَعْشُ عَن ذِكْرِ ٱلرَّحْمَـٰنِ نُقَيِّضْ لَهُۥ شَيْطَـٰنًۭا فَهُوَ لَهُۥ قَرِينٌۭ ﴿٣٦﴾

او څوک چې په قرآن کې دیې احتیاطۍ لیدنه کوي چې مخ اړولو ته يې ورسوي هغه ته به دشيطان په ګومارلو سزا ورکړو چې تل ورسره وي تر څو يې په سرکښۍ زياتوالی راولي

وَإِنَّهُمْ لَيَصُدُّونَهُمْ عَنِ ٱلسَّبِيلِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُم مُّهْتَدُونَ ﴿٣٧﴾

او دغه ملګري چې له قرآنه پر مخ اړوونکو ګومارل شوي دي هغوی به دالله له دينه راګرځوي، نو دهغه امرونه به نه مني او له نواهيو به يې ډډه نه کوي او هغوی به ګومان کوي چې حق ته لا رموندونکي دي، نو له همدې امله به هغوی له خپلې لا رورکۍ توبه نه وباسي

حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءَنَا قَالَ يَـٰلَيْتَ بَيْنِى وَبَيْنَكَ بُعْدَ ٱلْمَشْرِقَيْنِ فَبِئْسَ ٱلْقَرِينُ ﴿٣٨﴾

تر دې چې دالله له ياده مخ اړوونکی دقيامت په ورځ موږ ته راشي دهيله کوونکي په توګه به وايي: کاشکې زما او ستا تر منځ ای ملګريه! دختيځ او لوېديځ په اندازه واټن وای، څومره بد ملګری يې ته!

وَلَن يَنفَعَكُمُ ٱلْيَوْمَ إِذ ظَّلَمْتُمْ أَنَّكُمْ فِى ٱلْعَذَابِ مُشْتَرِكُونَ ﴿٣٩﴾

دقيامت په ورځ به الله کافرانو ته ووايي: نن به هيڅکله تاسو ته په عذاب کې ستاسو برخه اخستل ګټه در ونه رسوي حال داچې دشرک او ګناهونو له امله مو پرځانونو ظلم کړی دی، او هيڅکله به ستاسو شريکان له تاسو دعذاب کومه برخه وانخلي

أَفَأَنتَ تُسْمِعُ ٱلصُّمَّ أَوْ تَهْدِى ٱلْعُمْىَ وَمَن كَانَ فِى ضَلَـٰلٍۢ مُّبِينٍۢ ﴿٤٠﴾

بېشکه دغه خلک دحق له اورېدو کاڼه دي، له ليدو يې ړانده دي، نو ای رسوله! ته دکڼو داورولو يا ړندو دلارښوونې او يا دهغه چا دلارښوونې توان لرې چې له نېغې لا رې څخه په څرګنده لا رورکۍ کې دي؟!. فإم انذهبن بك فإنا منهم م نتقمون

فَإِمَّا نَذْهَبَنَّ بِكَ فَإِنَّا مِنْهُم مُّنتَقِمُونَ ﴿٤١﴾

نو که چېرې دې بوځو، چې هغوی ته له عذاب ورکولو مخکې دې مړ کړو، نو بيا هم موږ له هغوی څخه دعذاب په ورکولو په دنيا او آخرت کې غچ اخېستونکي يو

أَوْ نُرِيَنَّكَ ٱلَّذِى وَعَدْنَـٰهُمْ فَإِنَّا عَلَيْهِم مُّقْتَدِرُونَ ﴿٤٢﴾

او يا ځينې هغه عذاب در ووينو چې له هغوی سره يې ژمنه کوو، نو موږ بېشکه پر هغوی ځواکمن يو، هيڅ شی پر موږ دبرلاسي کېدو توان نه لري

فَٱسْتَمْسِكْ بِٱلَّذِىٓ أُوحِىَ إِلَيْكَ ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ صِرَٰطٍۢ مُّسْتَقِيمٍۢ ﴿٤٣﴾

نو ای رسوله! پر هغه څه ټينګ ودرېږه چې دپالونکي لخوا دې درته وحې شوي دي او پر هغه عمل وکړه، بېشکه ته پر داسې حق لا ره يې چې هيڅ ګډوډي پکې نشته. مخ ۵ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَإِنَّهُۥ لَذِكْرٌۭ لَّكَ وَلِقَوْمِكَ ۖ وَسَوْفَ تُسْـَٔلُونَ ﴿٤٤﴾

او بېشکه دغه قرآن ستا لپاره او ستا دقوم لپاره شرف دی، او ژر به دقيامت په ورځ پر هغه دايمان راوړلو، دهغه دلارښوونې دپيروۍ او هغه ته دبلنې په اړه وپوښتل شئ

وَسْـَٔلْ مَنْ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رُّسُلِنَآ أَجَعَلْنَا مِن دُونِ ٱلرَّحْمَـٰنِ ءَالِهَةًۭ يُعْبَدُونَ ﴿٤٥﴾

او ای رسوله! وپوښته هغه رسولان چې له تا مخکې مولېږلي وو: آيا هغوی مو له رحمان پرته معبودان ګرځولي وو چې لمانځل کېدل به؟!

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَىٰ بِـَٔايَـٰتِنَآ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَإِي۟هِۦ فَقَالَ إِنِّى رَسُولُ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٤٦﴾

او له شک پرته موسی مو فرعون او دقوم سردارانو ته يې له خپلو نښانو سره لېږلی وو، نو هغوی ته يې وويل: بېشکه زه دټولو مخلوقاتو دپالونکي استازی يم

فَلَمَّا جَآءَهُم بِـَٔايَـٰتِنَآ إِذَا هُم مِّنْهَا يَضْحَكُونَ ﴿٤٧﴾

کله چې زموږ له نښانو سره ورغی هغوی دملنډو او مسخرو په ډول پرې خندل پيل کړل

وَمَا نُرِيهِم مِّنْ ءَايَةٍ إِلَّا هِىَ أَكْبَرُ مِنْ أُخْتِهَا ۖ وَأَخَذْنَـٰهُم بِٱلْعَذَابِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿٤٨﴾

او فرعون او دهغه دقوم سردارانو ته مو چې هر دليل دهغه څه په صحت ورښودلو چې موسی عليه السلام ورسره راغلی ويو به تر هغه بل مخکېني لوی و، او هغوی مو په دنيا کې په عذاب ونيول، په دې هيله چې له هغه څه راوګرځي چې پر کوم کفر وو، خو هيڅ ګټه يې ونه کړه

وَقَالُوا۟ يَـٰٓأَيُّهَ ٱلسَّاحِرُ ٱدْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِندَكَ إِنَّنَا لَمُهْتَدُونَ ﴿٤٩﴾

نو هغوی ته چې کله ځينې عذاب ورسېدلو موسی ته يې وويل: اې کوډګره پالونکی دې زموږ لپاره راوبوله ستا لپاره دهغه څه په يادولو سره چې عذاب به لرې کړي که موږ ايمان راوړ، بېشکه موږ هرومرو هغه ته لا رموندونکي يو که يې له موږ عذاب پورته کړ

فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ ٱلْعَذَابَ إِذَا هُمْ يَنكُثُونَ ﴿٥٠﴾

نو کله چې به مو له هغوی عذاب اېسته کړ، سمد ستي به يې ژمنې ماتولې او نه به پرې درېدل

وَنَادَىٰ فِرْعَوْنُ فِى قَوْمِهِۦ قَالَ يَـٰقَوْمِ أَلَيْسَ لِى مُلْكُ مِصْرَ وَهَـٰذِهِ ٱلْأَنْهَـٰرُ تَجْرِى مِن تَحْتِىٓ ۖ أَفَلَا تُبْصِرُونَ ﴿٥١﴾

فرعون په خپل قوم کې پر خپله پاچايي دوياړ په توګه په دې ويلو نارې کړې: ای زما قومه، آيا دمصر پاچايي او دغه دنيل نهرونه چې زما تر ماڼيولا ندې بهيږي زما نه دي؟ نو آيا زما پاچايي نه وينئ او زما لويي نه پېژنئ؟!

أَمْ أَنَا۠ خَيْرٌۭ مِّنْ هَـٰذَا ٱلَّذِى هُوَ مَهِينٌۭ وَلَا يَكَادُ يُبِينُ ﴿٥٢﴾

نو زه له موسی غوره يم چې شړل شوی کمزوری دی داسې دی چې خبرې هم سمې نه شي کولای. مخ ۶ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

فَلَوْلَآ أُلْقِىَ عَلَيْهِ أَسْوِرَةٌۭ مِّن ذَهَبٍ أَوْ جَآءَ مَعَهُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ مُقْتَرِنِينَ ﴿٥٣﴾

نو ولې الله پر هغه کس چې را لېږلی یې دی دسرو زرو وښي نه دي اچولي، تر څو دا خبره په ډاګه کړي چې هغه يې رسول دی، او يا پرېښتې نه دي ورسره راغلې چې ځينې يې په ځينو پسې وای

فَٱسْتَخَفَّ قَوْمَهُۥ فَأَطَاعُوهُ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ قَوْمًۭا فَـٰسِقِينَ ﴿٥٤﴾

نو فرعون يې خپل قوم وهڅولو، هغوی يې په لا رورکۍ کې پيروي وکړه، بېشکه هغوی داسې قوم وو چې دالله له پيروۍ وتونکي وو

فَلَمَّآ ءَاسَفُونَا ٱنتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَأَغْرَقْنَـٰهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿٥٥﴾

نو کله چې هغوی پر کفر دخپل دهمیشوالي له امله موږ په غوسه کړو، له هغوی مو غچ واخيست، هغوی ټول مو ډوب کړل. فجعلنهم سلفا ومثلا للٔاخرين

فَجَعَلْنَـٰهُمْ سَلَفًۭا وَمَثَلًۭا لِّلْـَٔاخِرِينَ ﴿٥٦﴾

نو فرعون او دهغه سرداران مو مخکښان وګرځول چې له خلکو مخکې کېدل، او ستا دقوم کافران پر هغوی پسې دي، او هغوی مو دهغه چا لپاره پند وګرځول چې پند اخلي، تر څو دهغوی غوندې عمل ونه کړي، چې هغه څه به ور ورسيږي چې هغوی ته ور رسېدلي و

۞ وَلَمَّا ضُرِبَ ٱبْنُ مَرْيَمَ مَثَلًا إِذَا قَوْمُكَ مِنْهُ يَصِدُّونَ ﴿٥٧﴾

کله چې مشرکانو ګمان وکړ چې هغه عیسی کوم چې نصاراوو يې عبادت کړی دالله تعالی په دغه وينا کې داخل دی: بېښکه تاسو او دڅه چې تاسو پرته له الله عبادت کوئ ددوزخ خس دي، تاسې هغه لره ورتلونکي یاست، حال دا چې الله دهغه له عبادته منع کړې وه، لکه څنګه يې چې دبتانو له عبادته منع کړې وه، نو دغه مهال به دې اې رسوله قوم په شخړه کې شور کوي او چېغې به وهي په دې ويلو سره: موږ خوښ يو چې زموږ معبودان دعيسی غوندې وي، نو الله پر هغوی درد کولو سره دغه آيت نازل کړ، بېشکه هغه كسان چې دهغوى لپاره زموږ لخوا نېكمرغي مخكې (ليكل) شوې ده، نو هغوې به له هغه لرې كړى شوي وي

وَقَالُوٓا۟ ءَأَـٰلِهَتُنَا خَيْرٌ أَمْ هُوَ ۚ مَا ضَرَبُوهُ لَكَ إِلَّا جَدَلًۢا ۚ بَلْ هُمْ قَوْمٌ خَصِمُونَ ﴿٥٨﴾

او هغوی وويل: آيا زموږ معبودان غوره دي او که عيسی؟! ابن الزبعری او دهغه غوندې خلکو چې دغه بېلګه درته وړاندې کړه دا حق ته درسېدو دمينې له امله نه وه، بلکې دجګړې دمينې له امله وه، نو هغوی داسې قوم دی چې پرجګړه يې طبيعت جوړ کړی شوی دی

إِنْ هُوَ إِلَّا عَبْدٌ أَنْعَمْنَا عَلَيْهِ وَجَعَلْنَـٰهُ مَثَلًۭا لِّبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ﴿٥٩﴾

دمريم زوی عيسی يوازې دالله له بندګانو يو بنده دی چې موږ پر هغه دنبوت او رسالت پېرزوينه کړې ده، او هغه مو دبني اسرائيلو لپاره بېلګه ګرځولی چې دالله پر قدرت استدلال پرې کوي کله يې چې هغه پرته له پلاره پيداکړ، لکه څنګه يې چې آدم پرته له مور او پلاره پيداکړی

وَلَوْ نَشَآءُ لَجَعَلْنَا مِنكُم مَّلَـٰٓئِكَةًۭ فِى ٱلْأَرْضِ يَخْلُفُونَ ﴿٦٠﴾

ای دآدم اولاده که موږ ستاسو تباه کول غوښتي وای، نو تاسو به مو تباه کړي وای او ستاسو بدل به مو پرېښتې په ځمکه کې ستاسو ځای ناستي ګرځولې وای، چې دالله عبادت به يې کولو او له هغه سره به يې هيڅ هم نه شريکولای. مخ ۷ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَإِنَّهُۥ لَعِلْمٌۭ لِّلسَّاعَةِ فَلَا تَمْتَرُنَّ بِهَا وَٱتَّبِعُونِ ۚ هَـٰذَا صِرَٰطٌۭ مُّسْتَقِيمٌۭ ﴿٦١﴾

او بېشکه عیسی [راکښته کیدل دعیسی] دقيامت له لویو نښانو څخه يوه نښه ده کله چې په وروستي وخت کې را کوزيږي، نو دقيامت په رامنځته کېدو کې شک مه کوئ، او په هغه څه کې مې پيروي وکړئ چې تاسو ته دالله له لوري ورسره راغلی یم، دغه څه چې مې تاسوته راوړي دي هغه داسې نېغه لا ر ده چې هيڅ کوږوالی پکې نشته. و

وَلَا يَصُدَّنَّكُمُ ٱلشَّيْطَـٰنُ ۖ إِنَّهُۥ لَكُمْ عَدُوٌّۭ مُّبِينٌۭ ﴿٦٢﴾

او هيڅکله مو شيطان په دوکه کولو او هڅولو له نېغې لا رې ونه ګرځوي، بېشکه هغه ستاسو داسې دښمن دی چې دښمني يې څرګنده ده

وَلَمَّا جَآءَ عِيسَىٰ بِٱلْبَيِّنَـٰتِ قَالَ قَدْ جِئْتُكُم بِٱلْحِكْمَةِ وَلِأُبَيِّنَ لَكُم بَعْضَ ٱلَّذِى تَخْتَلِفُونَ فِيهِ ۖ فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿٦٣﴾

کله چې عيسی عليه السلام خپل قوم ته دهغه پر استازولۍ له څرګندو دلايلو سره راغی، هغوی ته يې وويل: زه تاسو ته دالله له لوري له حکمت سره راغلی يم، او دا چې تاسو ته ستاسو ددين هغه چارې څرګندې کړم چې تاسو پکې اختلاف کوئ، نو له الله څخه دهغه دامرونو په منلو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره وډارشئ، او په هغه څه کې زما پيروي وکړئ چې امر يې درته کوم او ترې منع کوم مو

إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ رَبِّى وَرَبُّكُمْ فَٱعْبُدُوهُ ۚ هَـٰذَا صِرَٰطٌۭ مُّسْتَقِيمٌۭ ﴿٦٤﴾

بېشکه الله هغه ذات دی چې زما او ستاسو پالونکی دی، له هغه پرته موږ لره بل پالونکی نشته، عبادت مو يوازې هغه لره ځانګړی کړئ، او دغه توحيد هغه نېغه لا ر ده چې هيڅ کوږوالی پکې نشته

فَٱخْتَلَفَ ٱلْأَحْزَابُ مِنۢ بَيْنِهِمْ ۖ فَوَيْلٌۭ لِّلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مِنْ عَذَابِ يَوْمٍ أَلِيمٍ ﴿٦٥﴾

نو دنصاراوو ډلې دعيسی په اړه په اختلاف کې شولې، ځينو يې ويل: هغه الله دی، او ځينو ويل: هغه دالله زوی دی، او ځينو يې ويل: هغه او مور يې دوه معبودان دي، نو هغو کسانو لره ددردوونکې سزا تباهي ده چې دقيامت ورځ به هغوی انتظار کوي چې پرځانو يې ظلم کړی دعيسی لپاره دالوهيت، يا زوی والي او يا له دريو څخه ديو په صفت بيانولو سره

هَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا ٱلسَّاعَةَ أَن تَأْتِيَهُم بَغْتَةًۭ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿٦٦﴾

آيا دغه دعيسی په اړه اختلاف کوونکې ډلې دڅه انتظار کوي مګر دا چې قيامت به ناببره پرې راشي او هغوی به يې دراتلو احساس هم نه کوي؟! که چېرې هغوی لره راغی په داسې حال کې چې هغوی يې په کفر کې وو، نو دورګرځېدو ځای به يې ډېر دردوونکی وي

ٱلْأَخِلَّآءُ يَوْمَئِذٍۭ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ إِلَّا ٱلْمُتَّقِينَ ﴿٦٧﴾

هغه کسان چې په کفر اولا رورکۍ کې دیو او بل سره دوستان او ملګري دي هغوی به دقيامت په ورځ يو دبل دښمنان وي، پرته له هغو خلکو چې دالله دامرونو د پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو له الله ډارېږي، چې دهغوی دوستي به تلپاتې وي او نه به ختميږي

يَـٰعِبَادِ لَا خَوْفٌ عَلَيْكُمُ ٱلْيَوْمَ وَلَآ أَنتُمْ تَحْزَنُونَ ﴿٦٨﴾

او الله به هغوی ته ووايي: ای زما بندګانو، نن به نه پرتاسو وېره وي چې ورسره مخ شئ او نه به پر هغه څه خپه کېږئ چې په دنيا کې مو کومې برخې پرېښې دي. مخ ۸ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا وَكَانُوا۟ مُسْلِمِينَ ﴿٦٩﴾

هغه کسان چې پر خپل رسول نازل کړل شوي قرآن يې ايمان راوړی، او قرآن ته غاړه اېښودونکي وو، امرونه يې پرځای کوي او له نواهيوو يې ډډه کوي

ٱدْخُلُوا۟ ٱلْجَنَّةَ أَنتُمْ وَأَزْوَٰجُكُمْ تُحْبَرُونَ ﴿٧٠﴾

تاسو او تاسو ته په ايمان راوړلو کې ورته خلک جنت ته ننوځئ، پر هغه څه خوشحاله شئ چې له کوم تلپاتې نعمتونو سره مخ کېږئ چې نه ختميږي او نه قطع کيږي

يُطَافُ عَلَيْهِم بِصِحَافٍۢ مِّن ذَهَبٍۢ وَأَكْوَابٍۢ ۖ وَفِيهَا مَا تَشْتَهِيهِ ٱلْأَنفُسُ وَتَلَذُّ ٱلْأَعْيُنُ ۖ وَأَنتُمْ فِيهَا خَـٰلِدُونَ ﴿٧١﴾

پر هغوی به يې خادمان دسرو زرو له داسې کاسو او پيالو سره راګرځي چې هيڅ عيب به نه لري، او په جنت کې به هغه څه وي چې زړونه يې غواړي، او سترګې يې په ليدو خوند اخلي، او تاسو به هلته پکې اوسېږئ او هيڅکله به ترې نه وځئ

وَتِلْكَ ٱلْجَنَّةُ ٱلَّتِىٓ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿٧٢﴾

دغه جنت چې تاسو لره یې صفت بيان کړل شو هغه جنت دی چې الله تاسو ته په ميراث درکړ دهغه لخوا ستاسو دکړنو له امله. لكم فيها فكهةكثيرة منها تأكلون

لَكُمْ فِيهَا فَـٰكِهَةٌۭ كَثِيرَةٌۭ مِّنْهَا تَأْكُلُونَ ﴿٧٣﴾

هلته به تاسې لره ډېره مېوه وي چې نه به ختميږي له هغې به يې تاسې خورئ

إِنَّ ٱلْمُجْرِمِينَ فِى عَذَابِ جَهَنَّمَ خَـٰلِدُونَ ﴿٧٤﴾

بېشکه دکفر او ګناهونو له امله مجرمان به دقيامت په ورځ ددوزخ په عذاب کې دتل لپاره اوسېدونکي وي. لا يفتر عنهم وهم فيه مبلسون

لَا يُفَتَّرُ عَنْهُمْ وَهُمْ فِيهِ مُبْلِسُونَ ﴿٧٥﴾

له هغوی به عذاب نه سپکيږي او هغوی پکې دالله له رحمته ناهيلي وي

وَمَا ظَلَمْنَـٰهُمْ وَلَـٰكِن كَانُوا۟ هُمُ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٧٦﴾

موږ پر هغوی اور ته په ننه اېستلو ظلم نه دی کړی، خو هغوی دکفر له امله پر خپلو ځانو ظالمان وو

وَنَادَوْا۟ يَـٰمَـٰلِكُ لِيَقْضِ عَلَيْنَا رَبُّكَ ۖ قَالَ إِنَّكُم مَّـٰكِثُونَ ﴿٧٧﴾

ددوزخ څوکيدار مالک ته به په دې ويلو آواز وکړي: ای مالکه، ستا پالونکی دې موږ مړه کړي، نو موږ به له عذابه په آرامه شو، مالک به په خپله وينا ځواب ورکړي: بېشکه تاسو په عذاب کې تل پاتې کېدونکي ياست نه مړه کېږئ او نه عذاب درڅخه پرې کيږي

لَقَدْ جِئْنَـٰكُم بِٱلْحَقِّ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَكُمْ لِلْحَقِّ كَـٰرِهُونَ ﴿٧٨﴾

له شک پرته موږ په دنيا کې تاسې ته هغه حق دروړی وچې هيڅ شک پکې نه و، خو ستاسو ډېری حق لره بد ګڼونکي واست. مخ ۹ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

أَمْ أَبْرَمُوٓا۟ أَمْرًۭا فَإِنَّا مُبْرِمُونَ ﴿٧٩﴾

نو که چېرې هغوی دنبي صلی الله عليه وسلم پر وړاندې چل جوړ کړی او هغه ته يې دام چمتو کړی، نو بېشکه موږ هغوی لره دهغوی تر چل پورته تدبير نيوونکي يو

أَمْ يَحْسَبُونَ أَنَّا لَا نَسْمَعُ سِرَّهُمْ وَنَجْوَىٰهُم ۚ بَلَىٰ وَرُسُلُنَا لَدَيْهِمْ يَكْتُبُونَ ﴿٨٠﴾

يا هغوی ګومان کوي چې موږ دهغوی پټې خبرې نه اورو چې په خپلو زړونو کې يې پټوي، او يا هغه راز چې په خپلو کې يې په پټه وايي، ولې نه، بېشکه موږ دغه ټول اورو، او پرېښتې له هغوی سره دي چې هر هغه څه ليکي چې هغوی يې کوي

قُلْ إِن كَانَ لِلرَّحْمَـٰنِ وَلَدٌۭ فَأَنَا۠ أَوَّلُ ٱلْعَـٰبِدِينَ ﴿٨١﴾

اې رسوله ووايه! هغو کسانو ته چې الله ته لوڼې منسوبوي، الله دهغوی له وينا ډېر لوړ دی، الله لره هيڅ اولاد نشته، هغه له دغه څخه پاک او سپېڅلی دی، نو زه الله تعالی لره له لومړيو لمانځونکو او سپېڅلتيا بيانوونکو يم

سُبْحَـٰنَ رَبِّ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ رَبِّ ٱلْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ ﴿٨٢﴾

دآسمانونو او ځمکې پالونکی او دعرش پالونکی له هغه څه پاک دی چې دغه مشرکان يې وايي، چې هغه ته دشريک، مېرمن او بچي نسبت کول دي

فَذَرْهُمْ يَخُوضُوا۟ وَيَلْعَبُوا۟ حَتَّىٰ يُلَـٰقُوا۟ يَوْمَهُمُ ٱلَّذِى يُوعَدُونَ ﴿٨٣﴾

نو ای رسوله! هغوی پرېږده چې په هغه څه کې ننوځي چې پر کوم باطل دي، او بازۍ کوي، تر څو له هغې ورځې سره مخ شي چې ژمنه يې ورسره کيږي او هغه د قيامت ورځ ده

وَهُوَ ٱلَّذِى فِى ٱلسَّمَآءِ إِلَـٰهٌۭ وَفِى ٱلْأَرْضِ إِلَـٰهٌۭ ۚ وَهُوَ ٱلْحَكِيمُ ٱلْعَلِيمُ ﴿٨٤﴾

او همغه پاک ذات په آسمان کې په حقه معبود دی او هغه په ځمکه کې په حقه معبود دی، او هغه په خپل مخلوق، تقدير او تدبير کې حکمت والا دی، دخپلو بندګانو پر حالاتو ښه پوه دی له هغه هيڅ هم نه ترې پټيږي

وَتَبَارَكَ ٱلَّذِى لَهُۥ مُلْكُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَعِندَهُۥ عِلْمُ ٱلسَّاعَةِ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿٨٥﴾

او دالله خير او هغه پاک ذات برکت زياتيږي، هغه ذات چې يوازې هغه لره دآسمانونو پاچايي ده او دځمکې پاچايي ده او دهغو دواړو ترمنځ چې دي دهغو پاچايي ده، او يوازې هغه سره دقیامت دنیټې پوهه ده چې قيامت پکې رامنځته کيږي، له هغه پرته له بل چا سره يې پوهه نشته، او يوازې دهغه لوري په آخرت کې دحساب او بدلې لپاره ورګرځول کېږئ

وَلَا يَمْلِكُ ٱلَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِهِ ٱلشَّفَـٰعَةَ إِلَّا مَن شَهِدَ بِٱلْحَقِّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿٨٦﴾

او هغه شيان چې مشرکان يې له الله پرته عبادت کوي دالله په وړاندې دسپارښتنې واک نه لري، مګر هغه څوک چې دا شاهدي يې ويلې وي چې نشته دعبادت وړ مګر يوازې الله او هغه پوهيږي پر هغه څه چې شاهدې يې پرې ويلې ده، لکه عیسی، عزير او پرېښتې

وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَهُمْ لَيَقُولُنَّ ٱللَّهُ ۖ فَأَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ ﴿٨٧﴾

او که چېرې هغوی وپوښتې: چې هغوی چا پيداکړي دي؟ هرومرو به وايي: الله پيداکړي يو، نو له دغه اعتراف وروسته څنګه دهغه له عبادته ګرځول کيږي؟! مخ ۱۰ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَقِيلِهِۦ يَـٰرَبِّ إِنَّ هَـٰٓؤُلَآءِ قَوْمٌۭ لَّا يُؤْمِنُونَ ﴿٨٨﴾

الله تعالی دخپل پیغنبر په شکایت پوه و[دالله په علم کې دا وه] چې له قومه يې په درواغجن ګڼلو او دهغوی په اړه دا وينا وه: ای زما پالونکيه، دغه زما قوم پر هغه څه ايمان نه راوړي چې زه دې هغوی ته ورسره لېږلی يم.(نويې ورته وويل)

فَٱصْفَحْ عَنْهُمْ وَقُلْ سَلَـٰمٌۭ ۚ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ ﴿٨٩﴾

نو له هغوی مخ اړوه، او هغه څه ورته وايه چې دهغوی دشر مخه پرې نيسې، او دا حالت په مکه کې و، خو ژر ده چې هغوی به پر هغه څه پوه شي چې له کوم عذاب سره مخامخ کيږي. مخ ۱۱ له ۱۱ moc.hgelp

زده کړه · الزخرف — Az-Zukhruf

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې