حمٓ ﴿١﴾
کور›تفسیر›الشورى (٤٢)
مکي · ٥٣ آیتونه
حمٓ ﴿١﴾
عٓسٓقٓ ﴿٢﴾
دبقرې سورت په پيل کې ددغو غوندې تورو تفصيل تېر شو
كَذَٰلِكَ يُوحِىٓ إِلَيْكَ وَإِلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِكَ ٱللَّهُ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ ﴿٣﴾
ای محمده! ددغې وحي په شان الله تاته او له تا مخکې نبيانو ته وحي کوي، الله له خپلو دښمنانو په غچ اخېستنه کې برلاسی دی او په خپل تدبير او مخلوق کې حکمت والا دی
لَهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۖ وَهُوَ ٱلْعَلِىُّ ٱلْعَظِيمُ ﴿٤﴾
دپيدايښت، ملکيت او تدبير له پلوه يوازې الله لره دي څه چې په آسمانونو او څه چې په ځمکه کې دي، هغه په خپل ذات، ځواک او برلاسۍ کې دلوړې مرتبې والا دی او په ذات کې لوی دی
تَكَادُ ٱلسَّمَـٰوَٰتُ يَتَفَطَّرْنَ مِن فَوْقِهِنَّ ۚ وَٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِمَن فِى ٱلْأَرْضِ ۗ أَلَآ إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ ﴿٥﴾
دهغه پاک ذات له لويۍ څخه نېږدې ده چې آسمانونه سره له خپل لوی والي او لوړوالي دځمکې له پاسه وچوي، او پرېښتې دخپل پالونکي پاکي بيانوي، په عاجزۍ او درناوي هغه لره دستاينې په حال کې تعظيم کوي، او هغه چا لره چې په ځمکه کې دي له الله څخه بښنه غواړي، خبر اوسئ همغه الله دخپلو بندګانو څخه چې څوک توبه ورته وباسي بښونکی او پر هغوی مهربانه دی
وَٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِهِۦٓ أَوْلِيَآءَ ٱللَّهُ حَفِيظٌ عَلَيْهِمْ وَمَآ أَنتَ عَلَيْهِم بِوَكِيلٍۢ ﴿٦﴾
او هغه کسان چې له الله پرته بوتان يې دوستان نيولي او پرته له الله يې عبادت کوي، الله هغوی لره په کمين کې دی چې کړنې يې ليکي او بدله به يې ورکړي، او ای رسوله! ته دهغوی دکړنو ساتونکی نه يې، هيڅکله به له تايد هغوی دکړنو پوښتنه ونه شي، ته يوازې رسوونکی يې
وَكَذَٰلِكَ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ قُرْءَانًا عَرَبِيًّۭا لِّتُنذِرَ أُمَّ ٱلْقُرَىٰ وَمَنْ حَوْلَهَا وَتُنذِرَ يَوْمَ ٱلْجَمْعِ لَا رَيْبَ فِيهِ ۚ فَرِيقٌۭ فِى ٱلْجَنَّةِ وَفَرِيقٌۭ فِى ٱلسَّعِيرِ ﴿٧﴾
لکه څنګه مو چې له تا مخکې نبيانو ته وحي کړې ده همداراز مو تاته عربي قرآن وحي کړی دی، ترڅو مکه او دهغې شاوخوا دعربو کلي او بيا ټول خلک پرې ووېروې، او خلک دقيامت له ورځې ووېروې له هغې ورځې چې الله به لومړني او وروستني خلک په يوه ځمکه کې دحساب او بدلې لپاره را ټول کړي، ددغې ورځې په رامنځته کېدو کې هيڅ شک نشته، او خلک به په دغه ورځ دوو ډلو ته وېشل شوي وي: يوه ډله به په جنت کې وي چې هغه مؤمنان دي، بله ډله به په دوزخ کې وي چې هغه کافران دي
وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ لَجَعَلَهُمْ أُمَّةًۭ وَٰحِدَةًۭ وَلَـٰكِن يُدْخِلُ مَن يَشَآءُ فِى رَحْمَتِهِۦ ۚ وَٱلظَّـٰلِمُونَ مَا لَهُم مِّن وَلِىٍّۢ وَلَا نَصِيرٍ ﴿٨﴾
او که الله غوښتي وای چې هغوی يې داسلام پر دين يو امت ګرځولي وای، نو هغوی به يې پرې يو امت ګرځولي وای، او ټول به يې جنت ته ننه اېستلي وای، خو د هغه دحکمت غوښتنه داده چې چاته غواړي، اسلام ته يې ننه باسي او جنت ته يې دننه کوي، او هغه ظالمان چې دکفر او ګناهونو له امله يې پر ځانونو ظلم کړی، مخ ۱ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر هغوی لره هيڅ دوست نشته چې ملګرتيا يې وکړي، او نه کوم مرستندوی چې دالله له عذابه يې وژغوري
أَمِ ٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِهِۦٓ أَوْلِيَآءَ ۖ فَٱللَّهُ هُوَ ٱلْوَلِىُّ وَهُوَ يُحْىِ ٱلْمَوْتَىٰ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۭ ﴿٩﴾
بلکې دغو مشرکانو له الله پرته نور دوستان نيولي چې ملګرتيا يې وکړي، او الله په حقه دوست دی، له هغه پرته بل څوک نه ګټه رسولای شي او نه تاوان، هغه مړي را ژوندي کوي دحساب او بدلې لپاره په بيا راپاڅولو سره او هغه پاک ذات لره هيڅ شی نه شي عاجزه کولای
وَمَا ٱخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِن شَىْءٍۢ فَحُكْمُهُۥٓ إِلَى ٱللَّهِ ۚ ذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبِّى عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ ﴿١٠﴾
او ای خلکو! تاسو چې ددين له اصولو او فروعو څخه په څه کې اختلاف کوئ، نو پرېکړه يې دالله په واک کې ده، چې په هغې کې به دالله کتاب او دهغه د رسول صلی الله عليه وسلم سنتو ته رجوع کيږي، هغه څوک چې په دغو صفتونو متصف دی هغه زما پالونکی دی، يوازې پر هغه په خپلو ټولو چارو کې بروسه کوم او يوازې هغه ته په توبې سره ورګرځم
فَاطِرُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ جَعَلَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَٰجًۭا وَمِنَ ٱلْأَنْعَـٰمِ أَزْوَٰجًۭا ۖ يَذْرَؤُكُمْ فِيهِ ۚ لَيْسَ كَمِثْلِهِۦ شَىْءٌۭ ۖ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْبَصِيرُ ﴿١١﴾
الله پرته له پخوانۍ بېلګې دآسمانونو او ځمکې پيداکوونکی دی، تاسو لره يې له خپلو ځانونو جوړې (مېرمنې) پيداکړې دي، او له اوښانو، غواوو او پسونو يې هم جوړې پيداکړې دي، تر څو ستاسو لپاره څاروي زيات شي، تاسو پيدا کوي داسې چې ستاسو لپاره یې دواده کولو لپاره جوړې پيدا کړي او تاسو ته ژوند درکوي داسې چې ستاسو لپاره دڅارويو غوښې او شېدې پيداکوي، دهغه په مخلوقاتو کې هیح شی دهغه مماثل نه شي کیدای، هغه دخپلو بندګانو دويناوو اوورېدونکی او کړنو لره يې ليدونکی دی، له هغه هيڅ نه پاتې کيږي، او ژر به يې دکړنو بدله ورکړي، که خير و، نو خير او که شر و، نو شر به وي
لَهُۥ مَقَالِيدُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۖ يَبْسُطُ ٱلرِّزْقَ لِمَن يَشَآءُ وَيَقْدِرُ ۚ إِنَّهُۥ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌۭ ﴿١٢﴾
يوازې هغه لره دآسمانونو او ځمکې دزېرمو چابيانې دي، له بندګانو يې چې چاته وغواړي دازموينې په توګه يې روزي ورپراخوي، چې آيا شکر کوي او که کفر کوي؟ او چاته چې وغواړي دازميښت په ډول يې روزي تنګوي چې صبر کوي او که دالله په تقدير په غوسه کيږي؟ له شک پرته هغه پر هر څه پوه دی له هغو شيانو هيڅ هم ترې پټ نه دي په هغو کې يې دبندګانو ګتې وي
۞ شَرَعَ لَكُم مِّنَ ٱلدِّينِ مَا وَصَّىٰ بِهِۦ نُوحًۭا وَٱلَّذِىٓ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ وَمَا وَصَّيْنَا بِهِۦٓ إِبْرَٰهِيمَ وَمُوسَىٰ وَعِيسَىٰٓ ۖ أَنْ أَقِيمُوا۟ ٱلدِّينَ وَلَا تَتَفَرَّقُوا۟ فِيهِ ۚ كَبُرَ عَلَى ٱلْمُشْرِكِينَ مَا تَدْعُوهُمْ إِلَيْهِ ۚ ٱللَّهُ يَجْتَبِىٓ إِلَيْهِ مَن يَشَآءُ وَيَهْدِىٓ إِلَيْهِ مَن يُنِيبُ ﴿١٣﴾
ينيب ستاسو لپاره يې هغه دين دشريعت په توګه درکړ، چې نوح ته مو دهغه په رسولو او عمل کولو امر کړی و، او ای رسوله! تاسوته مو هم وحي کړی دی، او تاسو ته يې د هغه څه سپارښتنه کړې چې ابراهيم، موسی او عیسی ته مو يې درسولو او عمل کولو امر کړی واو لنډه دا چې: په دين نېغ ودرېږئ او په هغو کې اختلاف کول پرېږدئ، پر مشرکانو ستا لخوا دهغوی دالله يووالي او له هغه پرته دبل چا عبادت پرېښودلو ته را بلنه درنده شوه، الله چې له بندګانو يې چاته وغواړي غوره کوي ېې د خپل عبادت او پيروۍ توفيق ورکوي، او له بندګانو يې چې څوک هغه ته له خپلو ګناهونو په توبه اېستلو رجوع کوي خپل لوري ته يې لا رښوونه کوي.م
وَمَا تَفَرَّقُوٓا۟ إِلَّا مِنۢ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ ٱلْعِلْمُ بَغْيًۢا بَيْنَهُمْ ۚ وَلَوْلَا كَلِمَةٌۭ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ إِلَىٰٓ أَجَلٍۢ مُّسَمًّۭى لَّقُضِىَ بَيْنَهُمْ ۚ وَإِنَّ ٱلَّذِينَ أُورِثُوا۟ ٱلْكِتَـٰبَ مِنۢ بَعْدِهِمْ لَفِى شَكٍّۢ مِّنْهُ مُرِيبٍۢ ﴿١٤﴾
او کافران او مشرکان وروسته تر هغې په اختلاف کې شول چې هغوی ته دمحمد صلی الله عليه وسلم پر رالېږلو پر هغوی حجت قائم شو، دهغوی اختلاف يوازې د سرکښۍ او ظلم له امله و، که چېرې دالله په پوهه کې دا خبره نه وای تېره شوې چې هغه په خپله پوهه کې له هغوی تر يوې ټاکلې مودې چې دقيامت ورځ ده عذاب وروسته کوي، نو الله به دهغوی ترمنځ پرېکړه کړې وای، چې دهغوی پر الله دکفر او دهغه درسولانو ددرواغجن ګڼلو له امله به يې په عذاب ورکولو کې بيړه کړې مخ ۲ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر وای، او بېشکه هغه کسان چې تورات يې له يهودو او انجيل يې له نصاراوو وروسته له خپلو پخوانيو او وروسته له دغو مشرکانو څخه په ميراث ترلاسه کړل، هغوی هرمرو ددغه قرآن په اړه چې محمد صلی الله عليه وسلم ورسره راغلی په شک کې دي او درواغ ګڼونکي يې دي
فَلِذَٰلِكَ فَٱدْعُ ۖ وَٱسْتَقِمْ كَمَآ أُمِرْتَ ۖ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَآءَهُمْ ۖ وَقُلْ ءَامَنتُ بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ مِن كِتَـٰبٍۢ ۖ وَأُمِرْتُ لِأَعْدِلَ بَيْنَكُمُ ۖ ٱللَّهُ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ ۖ لَنَآ أَعْمَـٰلُنَا وَلَكُمْ أَعْمَـٰلُكُمْ ۖ لَا حُجَّةَ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ ۖ ٱللَّهُ يَجْمَعُ بَيْنَنَا ۖ وَإِلَيْهِ ٱلْمَصِيرُ ﴿١٥﴾
دغه مستقيم (نېغ) دين ته بلنه کوه، دالله له امر سره سم پرې ټينګ اوسه، او دهغوی دباطلو هوسونو پيروي مه کوه، او دهغوی دشخړې پر مهال ووايه: پر الله او پر هغو کتابونو مې ايمان راوړی چې پر رسولانو يې نازل کړي دي، او الله امر راته کړی چې ستاسو ترمنځ په عدل پرېکړه وکړم، الله هغه ذات دی چې بنده ګي يې کوم، زموږ او ستاسو ټولو پالونکی دی، زموږ لپاره خپل عملونه دي ښه وي او که بد، ستاسو لپاره خپل عملونه دي ښه وي او که بد، وروسته تردې چې دليل څرګند او سمه لا ر په ډاګه شوه زموږ او ستاسو تر منځ جګړه نشته، الله به موږ ټول را غونډ کړي، او دقيامت په ورځ يوازې هغه ته ورګرځېدل دي، نو هر چاته به هغه بدله ورکړي چې وړ يې وي، چې هغه مهال به رېښتينی له درواغجن او حق والا به دباطل والا څخه بېل شي
وَٱلَّذِينَ يُحَآجُّونَ فِى ٱللَّهِ مِنۢ بَعْدِ مَا ٱسْتُجِيبَ لَهُۥ حُجَّتُهُمْ دَاحِضَةٌ عِندَ رَبِّهِمْ وَعَلَيْهِمْ غَضَبٌۭ وَلَهُمْ عَذَابٌۭ شَدِيدٌ ﴿١٦﴾
او هغه کسان چې په محمد صلی الله عليه وسلم باندې نازل شوي دين کې په باطلو دليلونو سره شخړه کوي، وروسته تردې چې خلکو هغه ومنلو، ددغو شخړه کوونکو دليل دالله او دمؤمنانو په وړاندې له منځه تلونکی او بې ارزښته دی چې هيڅ اغېز نه لري، دهغوی دکفر او دحق دردولو له امله يې پر هغوی دالله غضب دی او هغوی لره دقيامت په ورځ سخت عذاب دی چې انتظار به يې کوي
ٱللَّهُ ٱلَّذِىٓ أَنزَلَ ٱلْكِتَـٰبَ بِٱلْحَقِّ وَٱلْمِيزَانَ ۗ وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّ ٱلسَّاعَةَ قَرِيبٌۭ ﴿١٧﴾
الله هغه ذات دی چې قرآن يې داسې په حقه نازل کړی چې هيڅ شک پکې نشته، او عدل يې نازل کړی تر څو دخلکو ترمنځ په انصاف پرېکړه وکړي، او کله هغه قيامت چې دوی يې درواغ ګڼي کېدای شي نږدې وي، او معلومه خبره ده چې هر راتلونکی نږدې وي
يَسْتَعْجِلُ بِهَا ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِهَا ۖ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مُشْفِقُونَ مِنْهَا وَيَعْلَمُونَ أَنَّهَا ٱلْحَقُّ ۗ أَلَآ إِنَّ ٱلَّذِينَ يُمَارُونَ فِى ٱلسَّاعَةِ لَفِى ضَلَـٰلٍۭ بَعِيدٍ ﴿١٨﴾
هغه کسان چې ايمان نه پرې لري هغوی يې په بيړه غواړي، ځکه هغوی په حساب، ثواب او سزا باور نه لري، او هغه کسان چې پر الله ايمان لري، له قيامته ډارېدونکي دي په هغو کې دخپلې پايلې څخه دوېرې له امله، او په علم اليقين سره پوهيږي چې قيامت داسې حق دی چې هيڅ شک پکې نشته، خبر اوسئ هغه کسان چې دقيامت په اړه شخړې او جګړې کوي، او په رامنځته کېدو کې يې شک کوي، هغوی له حقه په لرې لا رورکۍ کې دي
ٱللَّهُ لَطِيفٌۢ بِعِبَادِهِۦ يَرْزُقُ مَن يَشَآءُ ۖ وَهُوَ ٱلْقَوِىُّ ٱلْعَزِيزُ ﴿١٩﴾
الله پر خپلو بنده ګانو دمهربانۍ څښتن دی، چاته چې وغواړي روزي ورکوي، نو روزي يې ورته پراخوي او چاته چې وغواړي پرې تنګوي يې دخپل حکمت او مهربانۍ دغوښتنې له مخې او هغه داسې ځواکمن دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسي کېدلای همهغه له خپلو دوښمنانو غچ اخلي
مَن كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ ٱلْـَٔاخِرَةِ نَزِدْ لَهُۥ فِى حَرْثِهِۦ ۖ وَمَن كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ ٱلدُّنْيَا نُؤْتِهِۦ مِنْهَا وَمَا لَهُۥ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ مِن نَّصِيبٍ ﴿٢٠﴾
نص يب څوک چې دآخرت ثواب غواړي او دهغه لپاره عمل کوي، موږ يې ثواب څو برابره کوو، يوه نېکۍ لس برابره تر اوه سوه برابره پورې تر زياتو برابرو پورې، او څوک چې يوازې دنيا غواړي موږ يې په هغې کې ټاکلې برخه ورکوو، خو هغه لره بيا په آخرت کې برخه نشته ځکه دنيا ته يې پر آخرت لومړيتوب ورکړ. مخ ۳ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
أَمْ لَهُمْ شُرَكَـٰٓؤُا۟ شَرَعُوا۟ لَهُم مِّنَ ٱلدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَنۢ بِهِ ٱللَّهُ ۚ وَلَوْلَا كَلِمَةُ ٱلْفَصْلِ لَقُضِىَ بَيْنَهُمْ ۗ وَإِنَّ ٱلظَّـٰلِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ ﴿٢١﴾
عذاب أليم آيا ددغو مشرکانو لپاره له الله پرته نور معبودان دي، او دهغوی لپاره يې داسې دين راوړی چې الله هغوی ته ددغه دين اجازه نه ده ورکړې چې په هغه کې دې شرک وي او حلال دې حرام او حرام دې حلال شي؟ که چېرې الله نېټه نه وای ټاکلې داختلاف کوونکو ترمنځ به يې پرېکړه کړې وای، او الله يې دهغوی ترمنځ تر پرېکړې پورې ځنډوي، او بېشکه پر الله دشرک او ګناهونو له امله پر ځانو ظلم کوونکو لپاره دردوونکی عذاب دی چې دقيامت په ورځ دهغوی انتظار کوي
تَرَى ٱلظَّـٰلِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا كَسَبُوا۟ وَهُوَ وَاقِعٌۢ بِهِمْ ۗ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ فِى رَوْضَاتِ ٱلْجَنَّاتِ ۖ لَهُم مَّا يَشَآءُونَ عِندَ رَبِّهِمْ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلْفَضْلُ ٱلْكَبِيرُ ﴿٢٢﴾
ای رسوله! ته به وينې چې دشرک او ګناهونو له امله پر ځانو ظلم کوونکي دکړې ګناه له امله له سزا وېرېدونکي وي، خو سزا به هرومرو پر هغوی راتلونکې وي، له توبې پرته يوازې وېره يې ګټه نه ورته رسوي، او هغه کسان چې پر الله او دهغه پر رسولانو يې ايمان راوړی او نېک عملونه يې کړي دي هغوی ددغو ظالمانو برعکس دي، چې هغوی به دجنتونو په باغچو کې وي مزې به کوي، هغوی لره به يې دخپل پالونکي په وړاندې ډول ډول هغه نعمتونه وي چې هيڅکله نه ختميږي، دا هغه لويه پېرزوينه ده چې هيڅ پېرزوينه نه شي ورته نېږدې کېدلای
ذَٰلِكَ ٱلَّذِى يُبَشِّرُ ٱللَّهُ عِبَادَهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ ۗ قُل لَّآ أَسْـَٔلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا ٱلْمَوَدَّةَ فِى ٱلْقُرْبَىٰ ۗ وَمَن يَقْتَرِفْ حَسَنَةًۭ نَّزِدْ لَهُۥ فِيهَا حُسْنًا ۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌۭ شَكُورٌ ﴿٢٣﴾
دا هغه لوی زيری دی چې الله دخپل رسول په لا س هغو کسانو ته پرې زيری ورکوي چې پر الله او دهغه پر رسولانو يې ايمان راوړی او نېک عملونه يې کړي دي، ووايه ای رسوله!: زه له تاسو دحق په رسونه بدله نه غواړم مګر يوازې يوه هغه بدله چې ګټه يې تاسو ته درګرځېدونکې ده، او هغه دا چې له ما سره په تاسو کې زما د خپلوۍ له امله مينه ولرئ چاچې يوه نيکي تر لا سه کړه، موږ به يې بدله ورته څو برابره کړو، يوه نيکي به لس برابره کړو، بېشکه الله له بندګانو يې دهغه چا دګناهونو بښونکی دی چې هغه لره توبه وباسي، دهغو ښو کړنو يې شکرګزاره دی چې دهغه درضا لپاره يې کوي
أَمْ يَقُولُونَ ٱفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًۭا ۖ فَإِن يَشَإِ ٱللَّهُ يَخْتِمْ عَلَىٰ قَلْبِكَ ۗ وَيَمْحُ ٱللَّهُ ٱلْبَـٰطِلَ وَيُحِقُّ ٱلْحَقَّ بِكَلِمَـٰتِهِۦٓ ۚ إِنَّهُۥ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ ﴿٢٤﴾
دمشرکانو له ګومانه دا خبره هم ده چې محمد صلی الله عليه وسلم دغه قرآن له ځانه جوړکړی او خپل پالونکي ته يې نسبت کړی، او الله پر هغوی درد په توګه وايي: که چېرې دې نفس درته ووايي چې درواغ وتړې، هرومرو به دې پر زړه مهر ولګوم، او ددرواغ تړونکي باطل به له منځه يوسم، او حق به پرېږدم، کله چې امر داسې نه دی، نو دا دنبي صلی الله عليه وسلم پر رېښتيولۍ دلالت کوي، چې هغه ته دخپل پالونکي لخوا وحي شوې ده، بېشکه هغه دخپلوبندګانو پر زړونو ښه پوه دی له هغه هيڅ هم پټ نه دي
وَهُوَ ٱلَّذِى يَقْبَلُ ٱلتَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِۦ وَيَعْفُوا۟ عَنِ ٱلسَّيِّـَٔاتِ وَيَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ ﴿٢٥﴾
اوهغه پاک ذات هغه دی چې له کفر او ګناهونو دخپلو بندګانو توبه قبلوي کله چې هغه توبه وباسي او دهغوی له هغو ناوړه کړنو تېريږي چې ترسره کړې يې دي، او څه چې تاسو کوئ پر هغو پوهيږي، ستاسو له کړنو هيڅ هم ترې پټ نه دي او ژر به يې بدله درکړي
وَيَسْتَجِيبُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ وَيَزِيدُهُم مِّن فَضْلِهِۦ ۚ وَٱلْكَـٰفِرُونَ لَهُمْ عَذَابٌۭ شَدِيدٌۭ ﴿٢٦﴾
او دهغو کسانو دعا قبلوي چې پر الله، دهغه پر رسولانو يې ايمان راوړی او نېک کارونه يې کړي دي، او له خپلې پېرزوينې هغه څه پرې ورزياتوي چې هغوی يې غوښتنه نه ده کړې، او پر الله او دهغه پر رسولانو کفرکوونکو لپاره قوي عذاب دی چې دقيامت په ورخ به يې انتظار کوي. مخ ۴ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
۞ وَلَوْ بَسَطَ ٱللَّهُ ٱلرِّزْقَ لِعِبَادِهِۦ لَبَغَوْا۟ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَـٰكِن يُنَزِّلُ بِقَدَرٍۢ مَّا يَشَآءُ ۚ إِنَّهُۥ بِعِبَادِهِۦ خَبِيرٌۢ بَصِيرٌۭ ﴿٢٧﴾
او که چېرې الله دخپلوټولو بندګانو لپاره روزي پراخه کړې وای، هرومرو به هغوی په ځمکه کې ظلم کړی وای، خو هغه پاک ذات چې چاته وغواړي په پراخه يا تنګه اندازه یې روزي را نازلوي، بېشکه دخپلوبندګانو پر حالاتو ښه خبر او ليدونکی دی، نو دحکمت له پلوه يې ورکوي او همداراز دحکمت له مخې يې منع کوي
وَهُوَ ٱلَّذِى يُنَزِّلُ ٱلْغَيْثَ مِنۢ بَعْدِ مَا قَنَطُوا۟ وَيَنشُرُ رَحْمَتَهُۥ ۚ وَهُوَ ٱلْوَلِىُّ ٱلْحَمِيدُ ﴿٢٨﴾
او هغه داسې ذات دی چې پر خپلو بندګانو باران وروي وروسته تر دې چې له اورښته يې نا هيلي شي، او دغه باران پراخوي، چې ځمکه شنه کوي، او همغه د خپلوبندګانو دچارو سمبالوونکی دی او په هر حال ستایل شوی دی
وَمِنْ ءَايَـٰتِهِۦ خَلْقُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا بَثَّ فِيهِمَا مِن دَآبَّةٍۢ ۚ وَهُوَ عَلَىٰ جَمْعِهِمْ إِذَا يَشَآءُ قَدِيرٌۭ ﴿٢٩﴾
او دهغه پر قدرت او يووالي له دلالت کوونکو نښانو دآسمانونو پيدايښت او دځمکې پيدايښت دی، او هغه څه چې په دغو دواړو کې يې عجيبه مخلوقات خپاره کړي دي، او هغه دحشر او بدلې لپاره چې څه وخت وغواړي دهغوی پر راټولولو ځواکمن دی، له دغه يې څوک نه شي عاجزه کولای چې لومړی ځل دهغو پيدا کولو نه دی عاجزه کړی
وَمَآ أَصَـٰبَكُم مِّن مُّصِيبَةٍۢ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُوا۟ عَن كَثِيرٍۢ ﴿٣٠﴾
ای خلکو! تاسو ته چې ستاسو په ځانونو يا مالونو کې کوم مصيبت در رسيږي دا دهغو ګناهونو له امله چې ستاسولا سونو کړې دي، او الله ستاسو له ډېری ګناهونو تېريږي، نيونه مو پرې نه کوي
وَمَآ أَنتُم بِمُعْجِزِينَ فِى ٱلْأَرْضِ ۖ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ مِن وَلِىٍّۢ وَلَا نَصِيرٍۢ ﴿٣١﴾
او تاسو مو له خپل پالونکي په تېښته ځواکمن نه ياست، کله چې هغه دسزا درکولو هوډ وکړي، او له هغه پرته تاسو لره کوم دوست نشته چې چارې مو سمبال کړي، او نه کوم مرستدوی چې عذاب درڅخه پورته کړي که چېرې هغه پرتاسو دعذاب اراده ولري
وَمِنْ ءَايَـٰتِهِ ٱلْجَوَارِ فِى ٱلْبَحْرِ كَٱلْأَعْلَـٰمِ ﴿٣٢﴾
او دالله پر قدرت او يووالي له دلالت کوونکو نښانو هغه کښتۍ دي چې په خپل لوړوالي او اوچتواالي کې دغرونو غوندې په درياب کې چليږي
إِن يَشَأْ يُسْكِنِ ٱلرِّيحَ فَيَظْلَلْنَ رَوَاكِدَ عَلَىٰ ظَهْرِهِۦٓ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّكُلِّ صَبَّارٍۢ شَكُورٍ ﴿٣٣﴾
که چېرې الله دهغه باد درول وغواړي چې کښتۍ چلوي، وبه يې دروي، نو کښتۍ به په درياب کې آرامه پاتې شي چې خوځښت به نه کوي، بېشکه په دغه ياد شوي دکښتيو په پيدايښت او بادونو په تابع کولو کولو کې دالله پر ځواکمنتيا پر ستونزو او مصیبتونو کې دهر صبرکوونکي او دالله پر نعمتونو دشکر اېستونکي لپاره څرګندې نښې دي. أو يوبقهن بما كسبوا ويعف عن كثير
أَوْ يُوبِقْهُنَّ بِمَا كَسَبُوا۟ وَيَعْفُ عَن كَثِيرٍۢ ﴿٣٤﴾
او که چیرې هغه پاک ذات دهغه کښتيو تباهي وغواړي دتیزې سيلۍ په لېږلو سره، نو دخلکو دکړې ګناه له امله به يې تباه کړي، او دخپلو بندګانو له ډېری ګناهونو تېريږي چې هغوی ته پرې سزا نه ورکوي. مخ ۵ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَيَعْلَمَ ٱلَّذِينَ يُجَـٰدِلُونَ فِىٓ ءَايَـٰتِنَا مَا لَهُم مِّن مَّحِيصٍۢ ﴿٣٥﴾
او دتوندو سيليو په لېږلو سره ددغو کښتيو دتباهۍ پر مهال هغه خلک پوه شي چې زموږ په آیتونو کې دهغو دباطلولو لپاره جګړې کوي، چې هغوی لره له تباهۍ د تېښتې ځای نشته، نو يوازې الله به رابولي او له هغه پرته نور به پرېږدي
فَمَآ أُوتِيتُم مِّن شَىْءٍۢ فَمَتَـٰعُ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ۖ وَمَا عِندَ ٱللَّهِ خَيْرٌۭ وَأَبْقَىٰ لِلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ ﴿٣٦﴾
نو ای خلکو کوم مال، مرتبه او اولاد چې تاسوته درکړل شوي، هغه ددنيا دژوند لږه قایده ده او له منځه تلونکې ختمېدونکې ده، او تلپاتې نعمت هغه خو دجنت نعمت دی چې الله دهغو خلکو لپاره چمتو کړی چې پر الله او دهغه پر رسولانو ايمان لري، او يوازې پر خپل پالونکي په خپلو ټولو چارو کې بروسه کوي
وَٱلَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَـٰٓئِرَ ٱلْإِثْمِ وَٱلْفَوَٰحِشَ وَإِذَا مَا غَضِبُوا۟ هُمْ يَغْفِرُونَ ﴿٣٧﴾
او هغه کسان چې له لويو او ناوړه ګناهونو لرې اوسي، او کله چې دچا دناوړه وينا يا کړنې له امله په غوسه شي، نو دهغه تېروتنه بښي، او سزا پرې نه ورکوي، دغه بښنه دهغوی لخوا يوه مهرباني ده کله چې په کې خير او مصلحت وي
وَٱلَّذِينَ ٱسْتَجَابُوا۟ لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَـٰهُمْ يُنفِقُونَ ﴿٣٨﴾
او هغه کسان چې دخپل پالونکي مني دهغه څه په ترسره کولو سره چې امر يې ورته کړی او هغه څه په پرېښودلو چې ترې منع کړي دي، او په بشپړه توګه لمونځ کوي او هغه خلک چې په هغو چارو کې چې هغوی لره مهمې وي په خپلو کې مشورې سره کوي او څه مو چې په روزۍ ورکړي دالله دخوښۍ لپاره يې لګوي
وَٱلَّذِينَ إِذَآ أَصَابَهُمُ ٱلْبَغْىُ هُمْ يَنتَصِرُونَ ﴿٣٩﴾
او هغه کسان چې ظلم پرې وشي دخپلو ځانونو داکرام او درناوي په موخه غچ اخلي، کله چې ظالم دبښنې وړ نه وي، او دغه غچ اخېستنه حق دی، په ځانګړې ډول کله چې په بخښنه کې مصلحت هم نه وي
وَجَزَٰٓؤُا۟ سَيِّئَةٍۢ سَيِّئَةٌۭ مِّثْلُهَا ۖ فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُۥ عَلَى ٱللَّهِ ۚ إِنَّهُۥ لَا يُحِبُّ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٤٠﴾
او څوک چې دخپل حق اخېستل غواړي هغه لره دا حق شته، خو پرته له زيادت او تيري څخه په ورته عمل سره به وي او څوک چې هغه چا لره بخښنه وکړي چې بد يې ورسره کړي او په بده کړنه يې نيونه ونه کړي، او څه چې دهغه او دورور تر منځ يې دي هغه اصلاح کړي، نو دالله په وړاندې ثواب لري، بېشکه هغه داسې ظالمان نه خوښوي چې پر خلکو دهغوی په نفسونو، مالونو او عزتونو کې ظلم کوي، بلکې هغوی يې بد ييشي
وَلَمَنِ ٱنتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهِۦ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ مَا عَلَيْهِم مِّن سَبِيلٍ ﴿٤١﴾
او څوک چې دځان غچ اخلي، نو دوی هغه څوک دي چې دخپل حق اخېستنې له امله نيونه پرې نشته
إِنَّمَا ٱلسَّبِيلُ عَلَى ٱلَّذِينَ يَظْلِمُونَ ٱلنَّاسَ وَيَبْغُونَ فِى ٱلْأَرْضِ بِغَيْرِ ٱلْحَقِّ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ ﴿٤٢﴾
بېشکه مؤاخذه (نيونه) او جزا يوازې دهغو کسانو لپاره ده چې پر خلکو ظلم کوي او په ځمکه کې ګناهونه ترسره کوي، همدوی لره په آخرت کې دردوونکی عذاب دی. مخ ۶ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَلَمَن صَبَرَ وَغَفَرَ إِنَّ ذَٰلِكَ لَمِنْ عَزْمِ ٱلْأُمُورِ ﴿٤٣﴾
او څوک چې ځان ته دبل لخوا پر رسېدلي آزار صبر وکړي، او له هغه تېر شي، نو دغه صبر هغه او ټولنې ته خير راوړي، او دا يو ستايل شوی کار دی، او يوازې دلويې برخې څښتن ته ددغه توفيق ورکول کيږي
وَمَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِن وَلِىٍّۢ مِّنۢ بَعْدِهِۦ ۗ وَتَرَى ٱلظَّـٰلِمِينَ لَمَّا رَأَوُا۟ ٱلْعَذَابَ يَقُولُونَ هَلْ إِلَىٰ مَرَدٍّۢ مِّن سَبِيلٍۢ ﴿٤٤﴾
او څوک چې الله له لا رښوونې پرېږدي، له حقه يې لا رورکی کړي، نو هغه لره کوم دوست نشته چې له هغه وروسته يې چاره سمبال کړي، او دکفر او ګناهونو له امله پر ځانو ظلم کوونکي به وينې چې کله دقيآمت په ورځ عذاب وويني دآرزو کوونکو په توګه به وايي: آيا دنيا ته دګرځېدولا ر شته چې الله ته توبه وباسو؟
وَتَرَىٰهُمْ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا خَـٰشِعِينَ مِنَ ٱلذُّلِّ يَنظُرُونَ مِن طَرْفٍ خَفِىٍّۢ ۗ وَقَالَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِنَّ ٱلْخَـٰسِرِينَ ٱلَّذِينَ خَسِرُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ وَأَهْلِيهِمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۗ أَلَآ إِنَّ ٱلظَّـٰلِمِينَ فِى عَذَابٍۢ مُّقِيمٍۢ ﴿٤٥﴾
او ای رسوله! ته به دغه ظالمان وينې چې پر اور به ور ټېل وهل کيږي په داسې حال کې چې خوار رسوا به له خپلې سختې وېرې خلکو ته په پټه ګوري، او هغه کسان چې پر الله او دهغه پر رسولانو يې ايمان راوړی وايي به: بېشکه په حقه تاوانيان خو هغه خلک دي چې دقيامت په ورځ يې ځانونه او کورنۍ تاوانيان کړل، دالله له عذابه دځواک نه لرلو له امله، خبر اوسئ دکفر او ګناهونو له امله پرځانو ظلم کوونکي په تلپاتې داسې عذاب کې دي چې هيڅکله نه ختميږي
وَمَا كَانَ لَهُم مِّنْ أَوْلِيَآءَ يَنصُرُونَهُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ ۗ وَمَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِن سَبِيلٍ ﴿٤٦﴾
او هغوی لره به داسې دوستان هم نه وي چې دقيامت په ورځ له اوره يې په ژغورلو سره مرسته وکړي، او څوک چې الله له حقه پرېږدي، لا رورکی يې کړي، نو هغه لره هيڅکله داسې لا ر نشته چې تر حقه يې لا رښوونې ته ورسوي
ٱسْتَجِيبُوا۟ لِرَبِّكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِىَ يَوْمٌۭ لَّا مَرَدَّ لَهُۥ مِنَ ٱللَّهِ ۚ مَا لَكُم مِّن مَّلْجَإٍۢ يَوْمَئِذٍۢ وَمَا لَكُم مِّن نَّكِيرٍۢ ﴿٤٧﴾
ای خلکو! خپل پالونکي ته مو دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو او ژر دی چې وبه کړم په پرېښودلو سره قبولتیا وکړئ، مخکې تردې چې د قيامت هغه ورځ راشي چې دهغې دراتلو لپاره کوم مخنيوونکی نشته، بيا به تاسو لره کوم پناه ځای نه وي چې پناه وروړئ، او نه به تاسو لره انکار وي چې له خپلو هغو ګناهونو انکار وکړئ چې په دنيا کې مو کړي دي
فَإِنْ أَعْرَضُوا۟ فَمَآ أَرْسَلْنَـٰكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا ۖ إِنْ عَلَيْكَ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ۗ وَإِنَّآ إِذَآ أَذَقْنَا ٱلْإِنسَـٰنَ مِنَّا رَحْمَةًۭ فَرِحَ بِهَا ۖ وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌۢ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ فَإِنَّ ٱلْإِنسَـٰنَ كَفُورٌۭ ﴿٤٨﴾
او که هغوی له هغه څه مخ وګرځولو چې امر دې ورته پرې کړی، نو ای رسوله! ته مو پر هغوی ساتونکی نه يې لېږلی چې عملونه يې وساتې، پرتا يوازې دهغه څه رسونه ده چې په رسولو يې امر درته شوی دی، دهغوی حساب پر الله دی، او که موږ انسان ته له خپل لوري دشتمنۍ، روغتيا او دېته ورته نورې لورېينې وروڅکو، هغه پرې خوشاله شي، او که انسانانو ته دهغوی دګناهونو له امله ناوړه مصيبت ورسيږي، نو دهغوی طبيعت دالله پر نعمتونو کفر دی، دهغو ناشکري ده، او پر هغه څه غوسه کېدل دي چې الله په خپل حکمت مقدر کړي دي
لِّلَّهِ مُلْكُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ يَخْلُقُ مَا يَشَآءُ ۚ يَهَبُ لِمَن يَشَآءُ إِنَـٰثًۭا وَيَهَبُ لِمَن يَشَآءُ ٱلذُّكُورَ ﴿٤٩﴾
أَوْ يُزَوِّجُهُمْ ذُكْرَانًۭا وَإِنَـٰثًۭا ۖ وَيَجْعَلُ مَن يَشَآءُ عَقِيمًا ۚ إِنَّهُۥ عَلِيمٌۭ قَدِيرٌۭ ﴿٥٠﴾
يوازې الله لره دآسمانونو پاچايي او دځمکې پاچايي ده، له نارينه، ښځينه او دغه پرته نور څه چې وغواړي پيداکوي يې، چاته چې وغواړي ښځينه اولاد ورکوي او له نارينه يې بې برخې کوي، او چاته چې وغواړي نارينه اولاد ورکوي له ښځينه يې بې برخې کوي، او يا چې چاته وغواړي نارينه او ښځينه دواړه ورکوي او چاته چې وغواړي شنډوي يې چې اولاد يې نه کيږي، بېشکه هغه پر هغه څه ښه پوه دی چې کېدونکي دي او څه چې په راتلونکي کې کيږي، او دا دهغه له بشپړې پوهې او مخ ۷ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر پوره حکمت څخه دي، له هغه څه پټ نه دي او نه يې څه عاجزولای شي
۞ وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُكَلِّمَهُ ٱللَّهُ إِلَّا وَحْيًا أَوْ مِن وَرَآئِ حِجَابٍ أَوْ يُرْسِلَ رَسُولًۭا فَيُوحِىَ بِإِذْنِهِۦ مَا يَشَآءُ ۚ إِنَّهُۥ عَلِىٌّ حَكِيمٌۭ ﴿٥١﴾
على حكيم هيڅ انسان لره صحيح نه ده چې الله ورسره خبرې وکړي، مګر دا چې په الهام يا بله لا ر سره وحي وي، او يا داسې خبرې ورسره وکړي چې دهغه دخبرو آواز اوري خو ويني يې نه، او يا پرېښته دبېلګې په ډول جبريل داستازي په توګه ورته وليږي، نو هغه انساني رسول ته وحي کوي دالله په اجازه چې څه وغواړي وحي کوي يې، بېشکه هغه پاک ذات په خپل ذات او صفتونو کې لوړ دی، په خپل پيدايښت، ځواک او شريعت کې حکمت والا دی
وَكَذَٰلِكَ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ رُوحًۭا مِّنْ أَمْرِنَا ۚ مَا كُنتَ تَدْرِى مَا ٱلْكِتَـٰبُ وَلَا ٱلْإِيمَـٰنُ وَلَـٰكِن جَعَلْنَـٰهُ نُورًۭا نَّهْدِى بِهِۦ مَن نَّشَآءُ مِنْ عِبَادِنَا ۚ وَإِنَّكَ لَتَهْدِىٓ إِلَىٰ صِرَٰطٍۢ مُّسْتَقِيمٍۢ ﴿٥٢﴾
او ای رسوله! لکه څنګه مو چې له تا مخکې نبيانو ته وحي کړې، تاته مو له خپل لوري قرآن وحي کړ، له دې مخکې ته نه پوهېدې چې پر رسولانو نازل کړل شوي آسماني کتابونه څه دي، او نه پوهېدې چې ايمان څه دی؟ خو موږ دغه قرآن ړڼا کوونکی نازل کړ، له خپلو بندګانو چې چاته وغواړولا رښوونه پرې کوو، او بېشکه ته خلکو ته دنېغې لا رې خوا ته لا رښوونه کوې چې هغه داسلام دين دی
صِرَٰطِ ٱللَّهِ ٱلَّذِى لَهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۗ أَلَآ إِلَى ٱللَّهِ تَصِيرُ ٱلْأُمُورُ ﴿٥٣﴾
دهغه الله لا ر چې دپيدايښت، ملکيت او تدبير له پلوه څه چې په آسمانونو کې دي او څه چې په ځمکه کې دي هغه لره دي، هرومرو به يوازې الله ته ټولې چارې د هغه په تقدير او تدبير کي ورګرځول کيږي. مخ ۸ له ۸ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر