حمٓ ﴿١﴾
دبقرې سورت په پيل کې ددغو غوندې تورو په اړه تفصيل تېر شو
کور›تفسیر›فصلت (٤١)
مکي · ٥٤ آیتونه
حمٓ ﴿١﴾
دبقرې سورت په پيل کې ددغو غوندې تورو په اړه تفصيل تېر شو
تَنزِيلٌۭ مِّنَ ٱلرَّحْمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ ﴿٢﴾
دغه قرآن دالله لخوا چې ډیر مهربان او همیشه مهربان دی نازل شوی. ي كتب فصلت ءايته قرءانا عربا لقوم يعلمون
كِتَـٰبٌۭ فُصِّلَتْ ءَايَـٰتُهُۥ قُرْءَانًا عَرَبِيًّۭا لِّقَوْمٍۢ يَعْلَمُونَ ﴿٣﴾
داسې کتاب دی چې په بشپړه او پوره بيانولو سره يې آيتونه بېل بېل بيان شوي دي، او قرآن عربي ګرځول شوی دهغو خلکو لپاره چې پوهيږي، ځکه هغوی داسې خلک دي چې ددې دمقاصدو او دهغه څه چې حق ته رسول کوي ګټه پورته کوي. بشيرا ونذيرا فأعرض أكثرهم فهم لا يسمعون
بَشِيرًۭا وَنَذِيرًۭا فَأَعْرَضَ أَكْثَرُهُمْ فَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ ﴿٤﴾
مؤمنانو ته دهغې بشپړې بدلې زيری ورکوونکی دی چې الله دهغوی لپاره چمتو کړې ده، او له دردوونکي عذاب څخه دکافرانو وېروونکی دی، خو ډېری يې ترې مخ واړولو، نو هغوی پکې شته لا رښوونه دمنلو داورېدو په ډول نه اوري
وَقَالُوا۟ قُلُوبُنَا فِىٓ أَكِنَّةٍۢ مِّمَّا تَدْعُونَآ إِلَيْهِ وَفِىٓ ءَاذَانِنَا وَقْرٌۭ وَمِنۢ بَيْنِنَا وَبَيْنِكَ حِجَابٌۭ فَٱعْمَلْ إِنَّنَا عَـٰمِلُونَ ﴿٥﴾
او هغوی وايي: زړونه مو په داسې پردو کې دي چې پر هغه څه نه پوهيږي چې ته مو وربولې، او په غوږونو کې مو کوڼوالی دی چې نه يې اوري، او زموږ او ستا ترمنځ داسې پرده ده چې کوم څه ته وايې هغه موږ ته نه رسيږي، نو ته په خپله لا ر عمل کوه، موږ په خپله لا ر عمل کوونکي يو او هيڅکله دې پيروي نه کوو
قُلْ إِنَّمَآ أَنَا۠ بَشَرٌۭ مِّثْلُكُمْ يُوحَىٰٓ إِلَىَّ أَنَّمَآ إِلَـٰهُكُمْ إِلَـٰهٌۭ وَٰحِدٌۭ فَٱسْتَقِيمُوٓا۟ إِلَيْهِ وَٱسْتَغْفِرُوهُ ۗ وَوَيْلٌۭ لِّلْمُشْرِكِينَ ﴿٦﴾
ای رسوله! دغو ضد کوونکو ته ووايه: زه خو يوازې ستاسو غوندې بشر يم الله وحي راته کوي چې ستاسو په حقه معبود يو دی او هغه الله دی، نو هغه ته په رسېدونکې لا ر ولاړشئ او له هغه څخه دخپلو ګناهونو بښنه وغواړئ، تباهي او عذاب دهغو مشرکانو لپاره دي چې له الله پرته دنورو شيانو عبادت کوي او يا له هغه سره بل څوک شريکوي
ٱلَّذِينَ لَا يُؤْتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَهُم بِٱلْـَٔاخِرَةِ هُمْ كَـٰفِرُونَ ﴿٧﴾
هغه کسان چې دخپلو مالونو زکات نه ورکوي، او پر آخرت او په هغو کې په شته تلپاتې نعمتونو او دردوونکي عذاب کافران دي
إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ لَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍۢ ﴿٨﴾
له شک پرته هغه کسان چې پر الله او دهغه پر رسولانو يې ايمان راوړی او ښه کارونه يې کړي دي دهغوی لپاره تلپاتې ثواب دی چې نه ختمېدونکی دی او هغه جنت دی. مخ ۱ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
۞ قُلْ أَئِنَّكُمْ لَتَكْفُرُونَ بِٱلَّذِى خَلَقَ ٱلْأَرْضَ فِى يَوْمَيْنِ وَتَجْعَلُونَ لَهُۥٓ أَندَادًۭا ۚ ذَٰلِكَ رَبُّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٩﴾
ای رسوله! دمشرکانو دغندلو په توګه ووايه: ولې تاسو له هغه الله څخه انکار کوئ چې ځمکه يې په دوو ورځو کې پيداکړه: ديک شنبې او دوشنبې په ورځ، او هغه لره داسې سيالان نيسئ چې له هغه پرته يې عبادت کوئ؟! دغه دټولو مخلوقاتو پالونکی دی
وَجَعَلَ فِيهَا رَوَٰسِىَ مِن فَوْقِهَا وَبَـٰرَكَ فِيهَا وَقَدَّرَ فِيهَآ أَقْوَٰتَهَا فِىٓ أَرْبَعَةِ أَيَّامٍۢ سَوَآءًۭ لِّلسَّآئِلِينَ ﴿١٠﴾
او په هغې کې يې دپاسه ثابت غرونه پيدا کړل چې ثابته يې کړي، ترڅو ونه خوځيږي او برکت يې پکې واچوی؛ نو هغه يې داوسېدونکو لپاره تلپاتې خير والا وګرځوله او دخلکو او څارويو غلې دانې يې پکې اندازه کړې په څلورو ورځو کې چې ددوو مخکېنيو ورځو سې شنبې او چهارشنبې لپاره بشپړوونکې وې، برابره خبره ده د هغه چا لپاره چې غواړي په اړه یې پوښتنه وکړي
ثُمَّ ٱسْتَوَىٰٓ إِلَى ٱلسَّمَآءِ وَهِىَ دُخَانٌۭ فَقَالَ لَهَا وَلِلْأَرْضِ ٱئْتِيَا طَوْعًا أَوْ كَرْهًۭا قَالَتَآ أَتَيْنَا طَآئِعِينَ ﴿١١﴾
بيا هغه پاک ذات دآسمان پيداکولو هوډ وکړ، چې آسمان په دې وخت کې دود و، نو هغه او ځمکې لره يې وويل: زما امر ته په خوښه يا ناخوښه غاړه کېږدئ، تاسو دواړو لره له دغه څخه هيڅ چاره نشته، هغوی دواړو وويل: موږ پيروي کوونکي راغلي يو، نو ای زموږ پالونکيه ستا له ارادې پرته موږ لره هيڅ اراده نشته
فَقَضَىٰهُنَّ سَبْعَ سَمَـٰوَاتٍۢ فِى يَوْمَيْنِ وَأَوْحَىٰ فِى كُلِّ سَمَآءٍ أَمْرَهَا ۚ وَزَيَّنَّا ٱلسَّمَآءَ ٱلدُّنْيَا بِمَصَـٰبِيحَ وَحِفْظًۭا ۚ ذَٰلِكَ تَقْدِيرُ ٱلْعَزِيزِ ٱلْعَلِيمِ ﴿١٢﴾
نو الله دآسمانونو جوړښت په دوو ورځو کې بشپړ کړ، دپنجشنبې او جمعې په ورځ کې، په همدې سره دآسمانونو او ځمکې پيدايښت په شپږو ورځو کې پای ته ورسېدلو، او الله په هر آسمان کې چې څه ټاکل اود کومې پيروۍ او عبادت امر يې چې کولو پکې وحي يې کړل، او ددنيا آسمان مو په ستورو ښايسته کړ، او آسمان مو دشيطانانو دغوږ نيونې پرې خوندي کړ، دغه ټول ياد شوي دهغه برلاسي تقدير دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، پر مخلوق يې ښه پوه دی. فإن أعرضوا فقل أنذرتكم صعقة مثل صعقة عاد وثمود
فَإِنْ أَعْرَضُوا۟ فَقُلْ أَنذَرْتُكُمْ صَـٰعِقَةًۭ مِّثْلَ صَـٰعِقَةِ عَادٍۢ وَثَمُودَ ﴿١٣﴾
ای رسوله! که چېرې دغو خلکو پر هغه څه له ايمان راوړلو مخ واړولو چې ته ورسره راغلی يې، نو بيا ورته ووايه: ما له هغه عذابه ووېرولئ چې پر تاسو راتلونکی دی، لکه کوم عذاب چې دهود پر قوم عاد او صالح پر قوم ثمود راغلی وکله چې هغوی يې رسولان درواغجن وګڼل
إِذْ جَآءَتْهُمُ ٱلرُّسُلُ مِنۢ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ أَلَّا تَعْبُدُوٓا۟ إِلَّا ٱللَّهَ ۖ قَالُوا۟ لَوْ شَآءَ رَبُّنَا لَأَنزَلَ مَلَـٰٓئِكَةًۭ فَإِنَّا بِمَآ أُرْسِلْتُم بِهِۦ كَـٰفِرُونَ ﴿١٤﴾
أرسلتم به كفرون کله چې هغوی ته يې رسولان راغلل چې يو پر بل پسې يې يوه بلنه ورکوله، امر يې ورته کولو چې يوازې دیو الله عبادت وکړئ، له هغوی يې کافرانو وويل: که چېرې پالونکي مو موږ ته دپرېښتو نازلول داستازو په توګه غوښتلای نو را نازلې کړې به يې وای، بېشکه موږ پر هغه څه کافران يو چې تاسو ورسره رالېږل شوي ياست، ځکه تاسو زموږ غوندې انسانان ياست
فَأَمَّا عَادٌۭ فَٱسْتَكْبَرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ بِغَيْرِ ٱلْحَقِّ وَقَالُوا۟ مَنْ أَشَدُّ مِنَّا قُوَّةً ۖ أَوَلَمْ يَرَوْا۟ أَنَّ ٱللَّهَ ٱلَّذِى خَلَقَهُمْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُمْ قُوَّةًۭ ۖ وَكَانُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا يَجْحَدُونَ ﴿١٥﴾
نو دهود قوم عاديانو پر الله دکفر سربېره په ځمکه کې پرته له حقه لويي وکړه او پرخپلو شاوخوا خلکو يې ظلم وکړ، او په داسې حال چې پر خپل ځواک دوکه شوي وو ويې ويل: څوک له موږ زيات ځواکمن دي؟! دهغوی دګمان سره سم تر هغوی زيات څوک ځواکمن نشته، نو الله پر هغوی رد وکړ: آيا دغه خلک نه پوهيږي او نه ويني چې الله تر هغوی زيات ځواکمن دی؟! په داسې حال کې چې هغوی دالله له هغو آيتونو انکار کولو چې هود عليه السلام ورسره راغلی و. مخ ۲ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًۭا صَرْصَرًۭا فِىٓ أَيَّامٍۢ نَّحِسَاتٍۢ لِّنُذِيقَهُمْ عَذَابَ ٱلْخِزْىِ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ۖ وَلَعَذَابُ ٱلْـَٔاخِرَةِ أَخْزَىٰ ۖ وَهُمْ لَا يُنصَرُونَ ﴿١٦﴾
وهم لا ينصرون نو پر هغوی مو داسې تیزه سيلۍ ورولېږله چې وېروونکی آواز يې لرلو، په داسې دبدبختيو په ورځو کې چې په هغو کې پر دوی عذاب و، تر څو هغوی ته دد نيا په ژوندانه کې دخوارۍ او سپکاوي عذاب ور وڅکو، او دآخرت هغه عذاب چې انتظار يې کوي دسپکاوي له پلوه ډېر زيات دی، او هغوی به له عذابه دځانونو د خلاصېدو لپاره څوک ونه مومي
وَأَمَّا ثَمُودُ فَهَدَيْنَـٰهُمْ فَٱسْتَحَبُّوا۟ ٱلْعَمَىٰ عَلَى ٱلْهُدَىٰ فَأَخَذَتْهُمْ صَـٰعِقَةُ ٱلْعَذَابِ ٱلْهُونِ بِمَا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ ﴿١٧﴾
اوکوم چې ثموديان دصالح قوم دی؛ نو هغوی ته مولا رښوونه وکړه، ورته دحق لا رې په ښکارولو سره، خو هغوی لا ر ورکۍ ته دحق لوري په لا رښوونه لومړيتوب ورکړ، نو دسپکوونکي عذاب چېغې هغوی تباه کړل دهغه کفر او ګناهونو له امله چې هغوی ترسره کول
وَنَجَّيْنَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَكَانُوا۟ يَتَّقُونَ ﴿١٨﴾
او هغه کسان مو وژغورل چې پر الله او دهغه پر رسولانو يې ايمان راوړی وو، او دالله دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو له هغه وېرېدل، له هغه عذابه مو وژغورل چې پر قوم يې راغی
وَيَوْمَ يُحْشَرُ أَعْدَآءُ ٱللَّهِ إِلَى ٱلنَّارِ فَهُمْ يُوزَعُونَ ﴿١٩﴾
او هغه ورځ په ياد کړئ چې الله به خپل دښمنان اور ته ورغونډوي، زبانيه پرېښتې به له هغوی لومړني وروستنيو ته ورولي، له اوره به تېښته نه شي کولای
حَتَّىٰٓ إِذَا مَا جَآءُوهَا شَهِدَ عَلَيْهِمْ سَمْعُهُمْ وَأَبْصَـٰرُهُمْ وَجُلُودُهُم بِمَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿٢٠﴾
آن تردې چې دوی هغه اورته راشي چې ور ټېل وهل شوي به وي، او له هغه څه انکار وکړي چې په دنيا کې يې کول، نو غوږونه، سترګې او پوستکي به يې دهغوی پر خلاف دهغه کفر او ګناهونو شاهدي ورکړي چې په دنيا کې يې کول
وَقَالُوا۟ لِجُلُودِهِمْ لِمَ شَهِدتُّمْ عَلَيْنَا ۖ قَالُوٓا۟ أَنطَقَنَا ٱللَّهُ ٱلَّذِىٓ أَنطَقَ كُلَّ شَىْءٍۢ وَهُوَ خَلَقَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍۢ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿٢١﴾
او کافران به خپلو پوستکو ته ووايي: ولې مو زموږ پر خلاف دهغه څه شاهدي وويله چې موږ په دنيا کې کول؟! پوستکي به خپلو څښتنانو ته په ځواب ورکولو ووايي: هغه الله وغږولو چې هرڅه يې غږولي دي، او هغه په لومړي ځل پيداکړي ياست کله چې په دنيا کې واست، او په آخرت کې دحساب او بدلې لپاره يوازې هغه ته ورګرځول کېږئ
وَمَا كُنتُمْ تَسْتَتِرُونَ أَن يَشْهَدَ عَلَيْكُمْ سَمْعُكُمْ وَلَآ أَبْصَـٰرُكُمْ وَلَا جُلُودُكُمْ وَلَـٰكِن ظَنَنتُمْ أَنَّ ٱللَّهَ لَا يَعْلَمُ كَثِيرًۭا مِّمَّا تَعْمَلُونَ ﴿٢٢﴾
تعملون او تاسو په خپله نه پټول کله مو چې ګناهونه کول، تردې چې بيا مو غوږونو، سترګو او پوستکو ستاسو پر خلاف شاهدي نه ورکولای، ځکه تاسو له مرګ وروسته پر حساب، سزا او ثواب باور نه لرلو، خو تاسو ګومان کولو چې الله پاک پر ډېری هغه څه نه پوهيږي چې تاسو يې کوئ، بلکې له هغه پټيږي، نو په دوکه کې شوئ
وَذَٰلِكُمْ ظَنُّكُمُ ٱلَّذِى ظَنَنتُم بِرَبِّكُمْ أَرْدَىٰكُمْ فَأَصْبَحْتُم مِّنَ ٱلْخَـٰسِرِينَ ﴿٢٣﴾
دا ستاسو هغه بد ګومان وچې پر خپل پالونکي مو کړی وچې تباه يې کړئ، نو ددغه له امله له داسې تاوانيانو وګرځېدلئ چې په دنيا او آخرت کې مو تاوان وکړ. مخ ۳ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
فَإِن يَصْبِرُوا۟ فَٱلنَّارُ مَثْوًۭى لَّهُمْ ۖ وَإِن يَسْتَعْتِبُوا۟ فَمَا هُم مِّنَ ٱلْمُعْتَبِينَ ﴿٢٤﴾
نو که دغه کسان چې غوږونو، سترګو او پوستکو يې پر خلاف شاهدي ورکړه صبر وکړي، نو اور يې هستوګنځی او پناه ځای دی چې ورځي به، او که دعذاب پورته کېدل او له هغوی څخه دالله درضايت غوښتنه وکړي، نو بيا به هم هغوی دالله رضا ترلاسه کوونکي او دتل لپاره جنت ته ننوتونکي نه وي
۞ وَقَيَّضْنَا لَهُمْ قُرَنَآءَ فَزَيَّنُوا۟ لَهُم مَّا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَحَقَّ عَلَيْهِمُ ٱلْقَوْلُ فِىٓ أُمَمٍۢ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِم مِّنَ ٱلْجِنِّ وَٱلْإِنسِ ۖ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ خَـٰسِرِينَ ﴿٢٥﴾
او ددغو کافرانو لپاره مو له شيطانانو داسې ملګري چمتو کړل چې تل به روسره وو، نو په دنيا کې يې دهغوی بدې کړنې ورته ښايسته کړې او دآخرت وروسته راتلونکی امر يې ورته ښايسته کړ، نو دهغو په يادول او پر هغو عمل کول يې ترې هېر کړل، او له پېريانو او انسانانو چې کوم امتونه تېر شوي دي دهغوی په ډله کې يې پر دوی هم عذابلا زم شو، بېشکه هغوی تاوانيان وو چې ځانونه او کورنۍ يې دقيامت په ورځ اور ته په ننوتلو تاوانيان کړل
وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَا تَسْمَعُوا۟ لِهَـٰذَا ٱلْقُرْءَانِ وَٱلْغَوْا۟ فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ ﴿٢٦﴾
او کافرانو په خپل منځ کې دسپارښتنې په ډول هغه مهال چې ددليل په مقابل کې له دليل راوړلو عاجزه شول وويل: دغه قران ته چې محمد يې پرتاسو لولي غوږ مه نيسئ او مه هغه څه ته غاړه ږدئ چې پکې دي، او چېغې وهئ او دهغو دلوستلو پر مهال مو آوازونه پورته کوئ، کيدای شي چې په دې سره تاسو پر هغه برلاسي شئ، نو دهغه لوستل او هغه ته بلنه به پرېږدي او تاسو به ترې په آرامه شئ
فَلَنُذِيقَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ عَذَابًۭا شَدِيدًۭا وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَسْوَأَ ٱلَّذِى كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿٢٧﴾
او کومو خلکو چې پر الله کفر کړی او دهغه رسولان يې درواغجن ګڼلي هغو ته به دقيامت په ورځ هرومرو سخت عذاب ور وڅکو، او هرومرو به ترټولو بده دهغه شرک او ګناهونو سزا ورکړو چې کول يې دا به دهغوی لپاره دبدو کړنو عذاب وي
ذَٰلِكَ جَزَآءُ أَعْدَآءِ ٱللَّهِ ٱلنَّارُ ۖ لَهُمْ فِيهَا دَارُ ٱلْخُلْدِ ۖ جَزَآءًۢ بِمَا كَانُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا يَجْحَدُونَ ﴿٢٨﴾
دغه ياده شوې سزا دالله دهغو دښمنانو سزا ده چې پر هغه يې کفر کړی او دهغه رسولان يې درواغجن ګڼلي دي: اور چې دهغوی لپاره به تلپاتې کېدل وي پکې او هيڅکله به پای ته ونه رسيږي، دا دهغوی دالله له آيتونو دانکار او پر هغو دايمان نه راوړلو جزا ده، سره له دې چې هغه آيتونه څرګند او حجت يې قوي و
وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ رَبَّنَآ أَرِنَا ٱلَّذَيْنِ أَضَلَّانَا مِنَ ٱلْجِنِّ وَٱلْإِنسِ نَجْعَلْهُمَا تَحْتَ أَقْدَامِنَا لِيَكُونَا مِنَ ٱلْأَسْفَلِينَ ﴿٢٩﴾
او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی او دهغه رسولان يې درواغجن ګڼلي وبه وايي: ای زموږ پالونکيه! له پېريانو او انسانانو هغه خلک راوښيه چې موږ يې لا رورکي کړي وو، ابليس را وښيه چې دکفر او کفر ته دبلنې بنسټ يې اېښی دی او دآدم هغه زوی چې دوينې تويولو بنسټ يې اېښی دی، هغوی دواړه به په دوزخ کې ترخپلو پښولا ندې کړو، تر څو هغوی دواړه تر ټولو هغو خلکو ښکته شي چې هغوی تر ټولو سخت داور دعذاب والا دي
إِنَّ ٱلَّذِينَ قَالُوا۟ رَبُّنَا ٱللَّهُ ثُمَّ ٱسْتَقَـٰمُوا۟ تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ أَلَّا تَخَافُوا۟ وَلَا تَحْزَنُوا۟ وَأَبْشِرُوا۟ بِٱلْجَنَّةِ ٱلَّتِى كُنتُمْ تُوعَدُونَ ﴿٣٠﴾
توعدون بېشکه هغه کسان چې ويل يې: زموږ پالونکی الله دی، له هغه پرته موږ لره بل پالونکی نشته او دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ټينګ هم شول، هغوی ته دمرګ دحاضرېدو پر مهال به پر هغوی پرېښتې را نازليږي ورته به وايي: له مرګ او له هغه وروسته حالت څخه مه وېرېږئ او مه په هغه څه خپه کېږئ چې په دنيا کې مو پرې ايښي دي، او په هغه جنت خوشحاله شئ چې په دنيا کې مو پر الله دايمان راوړلو او نېک عمل کولو له امله ژمنه درسره کېدله. مخ ۴ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
نَحْنُ أَوْلِيَآؤُكُمْ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَفِى ٱلْـَٔاخِرَةِ ۖ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَشْتَهِىٓ أَنفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَدَّعُونَ ﴿٣١﴾
موږ مو ددنيا په ژوندانه کې دوستان يو، سمه لا ر مو درته ښودله او ساتلئ مو، او په آخرت کې مو دوستان يو، نو زموږ دوستي ستاسو سره تلپاتې ده، او په جنت کې به ستاسو لپاره هغه مزې او خوندونه وي چې زړونه مو يې غواړي، او هلته به تاسو لره وي هر هغه څه چې غواړئ يې کوم څه ته مو چې زړونه کيږي. نزلا من غفور رحيم
نُزُلًۭا مِّنْ غَفُورٍۢ رَّحِيمٍۢ ﴿٣٢﴾
چمتو شوې روزي ستاسو دمېلمستيا لپاره دبښونکي رب له لورې، دهغه چا دګناهونو دبښونکي له لوري چې له بندګانو يې څوک توبه ورته وباسي، پر هغوی مهربان دی
وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًۭا مِّمَّن دَعَآ إِلَى ٱللَّهِ وَعَمِلَ صَـٰلِحًۭا وَقَالَ إِنَّنِى مِنَ ٱلْمُسْلِمِينَ ﴿٣٣﴾
او هيڅوک تر هغه غوره وينا والا نه دی چې دالله يووالي او دهغه پر شريعت عمل کولو ته بلنه کوي، او نېک عمل کوي چې پالونکی يې خوشحالوي او وايي: له شک پرته زه له مسلمانانو الله ته له غاړه اېښودونکو يم، نو چا چې دغه ټول وکړل، هغه تر ټولو خلکو دغوره وينا والا دی
وَلَا تَسْتَوِى ٱلْحَسَنَةُ وَلَا ٱلسَّيِّئَةُ ۚ ٱدْفَعْ بِٱلَّتِى هِىَ أَحْسَنُ فَإِذَا ٱلَّذِى بَيْنَكَ وَبَيْنَهُۥ عَدَٰوَةٌۭ كَأَنَّهُۥ وَلِىٌّ حَمِيمٌۭ ﴿٣٤﴾
او نه برابريري دهغو نېکيو او پيرويو ترسره کول چې الله خوشحالوي او نه دهغو بديو او ګناهونو کول چې الله غوسه کوي، له خلکو چې څوک بدي درسره کوي د هغوی بدي په داسې طريقه له منځه يوسه چې ښه وي، نو هغه څوک چې ستا او دهغه ترمنځ پخوانۍ دښمني وه، کله چې دهغه دبدۍ ځواب له هغه سره په نېکۍ کولو ورکړې، نو هغه به لکه نېږدې خپل مهربانه شي
وَمَا يُلَقَّىٰهَآ إِلَّا ٱلَّذِينَ صَبَرُوا۟ وَمَا يُلَقَّىٰهَآ إِلَّا ذُو حَظٍّ عَظِيمٍۢ ﴿٣٥﴾
ددغه ستايل شوي عادت لپاره يوازې هغو خلکو ته توفيق ورکول کيږي چې پر آزار او هغه څه يې صبر کړی وي چې دخلکو لخوا ورسره مخ شوی وي، او يوازې د لويې برخې څښتن ته دهغې توفيق ورکول کيږي، ځکه په دې کې زيات خير او ډېره ګټه ده
وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ ٱلشَّيْطَـٰنِ نَزْغٌۭ فَٱسْتَعِذْ بِٱللَّهِ ۖ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ ﴿٣٦﴾
او که په هر وخت کې شيطان دشر وسوسه در واچوله، نو په الله پورې پناه غواړه او هغه ته مخه کوه، بېشکه هغه دهغه څه اورېدونکی دی چې ته يې وايې او ستا پر حال ښه پوه دی
وَمِنْ ءَايَـٰتِهِ ٱلَّيْلُ وَٱلنَّهَارُ وَٱلشَّمْسُ وَٱلْقَمَرُ ۚ لَا تَسْجُدُوا۟ لِلشَّمْسِ وَلَا لِلْقَمَرِ وَٱسْجُدُوا۟ لِلَّهِ ٱلَّذِى خَلَقَهُنَّ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ ﴿٣٧﴾
إ ياه تعبدون دالله پر لويي او يووالي له دلالت کوونکو نښانو څخه شپه او ورځ يو او بل پسې په راتلوسره، لمر او سپوږمۍ دي، ای خلکو مه لمر ته سجده کوئ، مه سپوږمۍ ته سجده کوئ، يوازې هغه الله ته سجده کوئ چې دا ټول يې پيداکړي دي که چېرې تاسو په حقه دهغه عبادت کوئ
فَإِنِ ٱسْتَكْبَرُوا۟ فَٱلَّذِينَ عِندَ رَبِّكَ يُسَبِّحُونَ لَهُۥ بِٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ وَهُمْ لَا يَسْـَٔمُونَ ۩ ﴿٣٨﴾
که چېرې هغوی لويي کوي او مخ اړوي، او پيداکوونکي الله ته سجده نه کوي، نو هغه پرېښتې چې له الله سره دي هغوی يې پاکي بيانوي او په شپه او ورځ دواړو کې دهغه پاک ذات ستاينه کوي او هغوی يې له بنده ګۍ کولو ستړې کيږي هم نه. مخ ۵ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَمِنْ ءَايَـٰتِهِۦٓ أَنَّكَ تَرَى ٱلْأَرْضَ خَـٰشِعَةًۭ فَإِذَآ أَنزَلْنَا عَلَيْهَا ٱلْمَآءَ ٱهْتَزَّتْ وَرَبَتْ ۚ إِنَّ ٱلَّذِىٓ أَحْيَاهَا لَمُحْىِ ٱلْمَوْتَىٰٓ ۚ إِنَّهُۥ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌ ﴿٣٩﴾
إنه عل كل شىء قدير ى او دهغه پر لويي، يووالي او دبېرته را ژوندي کولو پر قدرت يې له دلالت کوونکو نښانو دا دي چې ځمکه وينې چې هيڅ شينګی پکې نشته، خو کله چې موږ د باران اوبه پرې واوروو، نو په هغې کې دپټو تخمونو په راشنه کېدو له امله هغه په خوځښت شي او پورته شي، بېشکه هغه ذات چې دغه مړه ځمکه يې په شينګيو را ژوندۍ کړه، هغه دمړو را ژوندی کوونکی دی او دحساب او بدلې لپاره يې را پورته کوونکی دی، بېشکه هغه پر هر څه ځواکمن دی، دځمکې له مړه کېدو وروسته دهغې را ژوندي کول هغه نه شي عاجزه کولای او نه دمړو را ژوندي کول او نه دهغوی له قبرونو را پاڅول
إِنَّ ٱلَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِىٓ ءَايَـٰتِنَا لَا يَخْفَوْنَ عَلَيْنَآ ۗ أَفَمَن يُلْقَىٰ فِى ٱلنَّارِ خَيْرٌ أَم مَّن يَأْتِىٓ ءَامِنًۭا يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۚ ٱعْمَلُوا۟ مَا شِئْتُمْ ۖ إِنَّهُۥ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿٤٠﴾
بېشکه هغه خلک چې دالله په آيتونو کې له حقه په انکار او دآيتونو په درواغ ګڼلو او بدلولو کوږوالی کوي، دهغوی حال له موږ پټ نه دی، موږ پرې پوهېږو، نو آيا څوک چې په اور کې اچول کيږي هغه غوره دی او که هغه څوک چې دقيامت په ورځ له عذابه په امن کې راشي؟ ای خلکو له خير او شره چې څه غواړئ کوئ يې، بېشکه موږ خير او شر درته بيان کړل، له شک پرته الله له دغو دواړو دهغه څه ليدونکی دی چې تاسو يې کوئ، له هغه ستاسو له اعمالو هيڅ هم پټ نه دي
إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِٱلذِّكْرِ لَمَّا جَآءَهُمْ ۖ وَإِنَّهُۥ لَكِتَـٰبٌ عَزِيزٌۭ ﴿٤١﴾
بېشکه هغه کسان چې پر قرآن يې کفر وکړ کله چې دالله له لوري ورته راغی، هغوی به هرومرو دقيامت په ورځ په عذاب کړل شي، او حال دا چې هغه ډېر قوي مضبوط کتاب دی، هيڅ تحريف کوونکی يې تحريفولای نه شي او هيڅ بدلوونکی يې بدلولای نه شي
لَّا يَأْتِيهِ ٱلْبَـٰطِلُ مِنۢ بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِۦ ۖ تَنزِيلٌۭ مِّنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍۢ ﴿٤٢﴾
باطل نه له مخې ورته راتلای شي او نه له څټه په کموالي، زياتوالي، تبديل والي او تحريف سره، په خپل پيدايښت، تقدير او تشريع کې دحکمت لرونکي لخوا نازل کړل شوی دی، په هر حال کې ستايل شوی دی
مَّا يُقَالُ لَكَ إِلَّا مَا قَدْ قِيلَ لِلرُّسُلِ مِن قَبْلِكَ ۚ إِنَّ رَبَّكَ لَذُو مَغْفِرَةٍۢ وَذُو عِقَابٍ أَلِيمٍۢ ﴿٤٣﴾
ای رسوله! تاته له درواغ ګڼلو يوازې هغه څه ويل کيږي چې له تا مخکې رسولانو ته ويل شوي و، نو صبر کوه، بېشکه ستا پالونکی دهغه چا لپاره بښونکی دی چې له بندګانو يې څوک توبه ورته وباسي، او دهغه چا يلپاره ددردوونکي عذاب والا دی څوک چې پر خپلوى ګناهونوىټينګار کوي او توبه نه وباسي
وَلَوْ جَعَلْنَـٰهُ قُرْءَانًا أَعْجَمِيًّۭا لَّقَالُوا۟ لَوْلَا فُصِّلَتْ ءَايَـٰتُهُۥٓ ۖ ءَا۬عْجَمِىٌّۭ وَعَرَبِىٌّۭ ۗ قُلْ هُوَ لِلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ هُدًۭى وَشِفَآءٌۭ ۖ وَٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ فِىٓ ءَاذَانِهِمْ وَقْرٌۭ وَهُوَ عَلَيْهِمْ عَمًى ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ يُنَادَوْنَ مِن مَّكَانٍۭ بَعِيدٍۢ ﴿٤٤﴾
او که مو دغه قرآن له عربي پرته په بله ژبه نازل کړی وای، نو له هغوی به کافرانو ويلي وو: ولې يې آيتونه داسې نه دي بيان کړل شوي چې موږ پرې پوهېدلی، آيا قرآن عجمي دی او څوک چې ورسره راغلي هغه عربي؟ ای رسوله! دغو خلکوته ووايه: دغه قرآن دهغو کسانو لپاره چې پر الله ايمان راوړي او رسولان يې رېښتيني ګڼي له لا رورکۍ لا رښوونه او دهغوی په سينو کې چې کومه ناپوهي ده او دکوم څه چې پيروي کوي دهغو لپاره درملنه ده، او هغه کسان چې پر الله ايمان نه راوړي په غوږونو کې يې دروندوالی دی، چې پر هغوی بوج دی، نه پرې پوهيږي، دغه خلک چې پر دغو صفتونو متصف دي داسې دي لکه يو څوک چې له لرې رابولې، نو هغوی به دآواز کوونکي غږ څنګه واوري!. مخ ۶ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَـٰبَ فَٱخْتُلِفَ فِيهِ ۗ وَلَوْلَا كَلِمَةٌۭ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ لَقُضِىَ بَيْنَهُمْ ۚ وَإِنَّهُمْ لَفِى شَكٍّۢ مِّنْهُ مُرِيبٍۢ ﴿٤٥﴾
مريب او له شک پرته موسی ته مو تورات ورکړ، نو اختلاف پکې وکړل شو، ځينو يې ايمان پرې راوړ، او ځينو ترې انکار وکړه، او که چېرې دالله له لوري دا ژمنه نه وای چې دقيامت په ورځ دهغو بندګانو ترمنځ پرېکړه کوي کوم چې په تورات کې اختلاف کوي، نو په تورات کې داختلاف کوونکو ترمنځ به يې پرېکړه کړې وای، حق او باطل به يې سره بېل کړي وای، چې دحق والا به يې درناوی کړی وای او دباطل والا به يې سپک کړی وای، او بېشکه کافران دقرآن په اړه په پریشانوونکي شک کې دي
مَّنْ عَمِلَ صَـٰلِحًۭا فَلِنَفْسِهِۦ ۖ وَمَنْ أَسَآءَ فَعَلَيْهَا ۗ وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّـٰمٍۢ لِّلْعَبِيدِ ﴿٤٦﴾
چاچې نېک عمل وکړ دنېک عمل ګټه يې همغته ورګرځېدونکې ده، الله ته دهيچا نېک عمل ګټه نه رسوي، او چا چې بد عمل وکړ، نو ددغه ضرر همغته ورګرځېدونکی دی، الله ته له مخلوقه دهيچا ګناه ضرر نه رسوي، او هر چاته به دهغه بدله ورکړي چې وړ يې وي، او ای رسوله! ستا پالونکی پر خپلو بندګانو ظلم کوونکی نه دی، نو له هغوی به يې هيڅ نيکي کمه نه کړي او نه به هيڅ بدي ور زياته کړي
۞ إِلَيْهِ يُرَدُّ عِلْمُ ٱلسَّاعَةِ ۚ وَمَا تَخْرُجُ مِن ثَمَرَٰتٍۢ مِّنْ أَكْمَامِهَا وَمَا تَحْمِلُ مِنْ أُنثَىٰ وَلَا تَضَعُ إِلَّا بِعِلْمِهِۦ ۚ وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ أَيْنَ شُرَكَآءِى قَالُوٓا۟ ءَاذَنَّـٰكَ مَا مِنَّا مِن شَهِيدٍۢ ﴿٤٧﴾
يوازې الله ته دقيامت پوهه ورګرځي، نو يوازې هغه پوهيږي چې کله رامنځته کېدونکی دی، له هغه پرته بل څوک نه پرې پوهيږي، او هيڅ مېوې له خپلو هغو وږو(پوښونو) نه راوځي چې ساتي يې، او نه کومه ښځينه بار اخلي او نه يې زيږوي مګر دهغه په پوهه، له دغه هيڅ هم نه ترې پاتې کيږي، کله چې الله هغو مشرکانو ته آواز وکړي چې له هغه سره يې دبوتانو عبادت کاوه،په دې حال کې چې رټنه به ورکوي هغوی لره دبوتانو په عبادت ورته به ووايي: چېرې دي زما هغه شريکان چې تاسو يې دشريکانو ګومان کولو؟ مشرکان به ووايي: ستا مخکې مو اقرار وکړ، هيڅوک له موږه اوس دا شاهدي نه ورکوي چې تا لره شريک شته
وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَدْعُونَ مِن قَبْلُ ۖ وَظَنُّوا۟ مَا لَهُم مِّن مَّحِيصٍۢ ﴿٤٨﴾
او له هغوی به هغه بوتان ورک شي چې بنده ګي يې کوله او دا باور به وکړي چې هغوی لره دالله له عذابه هيڅ دتېښتې او پناه ځای نشته
لَّا يَسْـَٔمُ ٱلْإِنسَـٰنُ مِن دُعَآءِ ٱلْخَيْرِ وَإِن مَّسَّهُ ٱلشَّرُّ فَيَـُٔوسٌۭ قَنُوطٌۭ ﴿٤٩﴾
انسان دروغتيا، مال، بچي او داسې نورو نعمتونو له غوښتولو نه ستړی کيږي، خو که بې وزلي ناروغي او دېته ورته څه ورته ورسي، نو هغه بيا ډېر ناهيلی او دالله له رحمته نا اميده وي
وَلَئِنْ أَذَقْنَـٰهُ رَحْمَةًۭ مِّنَّا مِنۢ بَعْدِ ضَرَّآءَ مَسَّتْهُ لَيَقُولَنَّ هَـٰذَا لِى وَمَآ أَظُنُّ ٱلسَّاعَةَ قَآئِمَةًۭ وَلَئِن رُّجِعْتُ إِلَىٰ رَبِّىٓ إِنَّ لِى عِندَهُۥ لَلْحُسْنَىٰ ۚ فَلَنُنَبِّئَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِمَا عَمِلُوا۟ وَلَنُذِيقَنَّهُم مِّنْ عَذَابٍ غَلِيظٍۢ ﴿٥٠﴾
ى که موږ له خپل لوري هغه ته له هغې ستونزې او ناروغۍ چې ور رسېدلې ده وروسته روغتيا او سلامتي ور وڅکو هرومرو به وايي: دا زما لپاره وه، ځکه زه يې اهل او وړ وم، او زه ګومان نه کوم قيامت راتلونکی دی، که فرض کړو قيامت راشي، نو بيا به هم ما لره له الله سره شتمني او مال وي، لکه څنګه يې چې په دنيا کې پر ما پېرزوينه کړې ده، چې زه ددغه مستحق يم، همداسې به په آخرت کې پر ما پېرزوينه وکړي، نو هرومرو به هغه خلک خبر کړو چې پر الله يې کفر کړی پر هغه څه چې کوم کفر او ګناهونه يې کړي دي، او هرومرو به سخترين عذاب ور وڅکو. مخ ۷ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَإِذَآ أَنْعَمْنَا عَلَى ٱلْإِنسَـٰنِ أَعْرَضَ وَنَـَٔا بِجَانِبِهِۦ وَإِذَا مَسَّهُ ٱلشَّرُّ فَذُو دُعَآءٍ عَرِيضٍۢ ﴿٥١﴾
او کله چې پر انسان دروغتيا، سلامتۍ او ورته پېرزوينې ولوروو، نو دالله له ياد او پيروۍ بې پروا شي، او دتکبر له امله مخ اړوي او په څنګ شي، او کله چې ناروغي، بې وزلي او ورته څه ور ورسيږي، نو هغه الله لره دډېرې دعا کوونکی وي، له هغه څه ورته شکایت کوي چې ور رسېدلي دي تر څو يې ترې لرې کړي، نو هغه دخپل پالونکي شکر نه باسي، کله چې پرې پېرزوينه وکړي او کله چې وازمويل شي پر ازموينه يې صبر نه کوي
قُلْ أَرَءَيْتُمْ إِن كَانَ مِنْ عِندِ ٱللَّهِ ثُمَّ كَفَرْتُم بِهِۦ مَنْ أَضَلُّ مِمَّنْ هُوَ فِى شِقَاقٍۭ بَعِيدٍۢ ﴿٥٢﴾
ای رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووايه: خبر راکړئ که چېرې دغه قرآن دالله له لوري وي، بيا تاسو کفر پرې کړی وي او درواغ مو ګنلی وي، نو حال به مو څنګه وي؟! او له هغه چا به زيات لا ر ورکی څوک وي چې دحق دښکاره کېدو سربېره له هغو سره په ضد وي سره له دې چې دليل يې ښکاره او قوي وي
سَنُرِيهِمْ ءَايَـٰتِنَا فِى ٱلْـَٔافَاقِ وَفِىٓ أَنفُسِهِمْ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ ٱلْحَقُّ ۗ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُۥ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ شَهِيدٌ ﴿٥٣﴾
دقريشو کافرانو ته به دځمکې په لر او بر کې خپلې هغه نښانې ور وښيو چې الله مسلمانانو ته کومې برياوې ورکړې دي، او دمکې په فتحه کې به دهغوی په ځانو کې خپلې نښانې ور وښيو، تردې چې دهغوی لپاره هغه څه ښکاره شي چې شک له منځه وړي، او آيا ددغو مشرکانو لپاره دا بسنه نه کوي چې قرآن دالله په شاهدۍ حق دی او دا چې هغه دالله له لوري دی؟! او له الله لوی شاهد څوک کېدای شي؟! که چېرې هغوی حق ليدلای شوای، نو دخپل پالونکي شهادت به يې بسنه ورته کړې وای
أَلَآ إِنَّهُمْ فِى مِرْيَةٍۢ مِّن لِّقَآءِ رَبِّهِمْ ۗ أَلَآ إِنَّهُۥ بِكُلِّ شَىْءٍۢ مُّحِيطٌۢ ﴿٥٤﴾
خبر اوسئ چې مشرکان دقيامت په ورځ دخپل پالونکي سره له مخامخ کېدو په شک کې دي، ځکه هغوی له بېرته را پاڅېدو انکار کوي، نو هغوی پر آخرت ايمان نه لري، له همدې امله دهغې لپاره په نېک عمل چمتووالی نه نيسي، خبر اوسئ بېشکه الله پر هر څه ځواکمن، پوهه او قدرت يې پر هرڅه چاپېر دي. مخ ۸ له ۸ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر