کورتفسیرغافر (٤٠)

تفسیر غافر — Ghafir (40)

مکي · ٨٥ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

حمٓ ﴿١﴾

دبقرې سورت په پيل کې ددغو غوندې تورو په اړه تفصيل تېر شو

تَنزِيلُ ٱلْكِتَـٰبِ مِنَ ٱللَّهِ ٱلْعَزِيزِ ٱلْعَلِيمِ ﴿٢﴾

دقرآن نازلیدل دهغه غالب الله له لوري پر خپل رسول محمد صلی الله عليه وسلم، چې هيڅوک پرې نه شي برلاسی کیدلی او دخپلو بنده ګانو پر مصلحتونو ښه پوهه لرل

غَافِرِ ٱلذَّنۢبِ وَقَابِلِ ٱلتَّوْبِ شَدِيدِ ٱلْعِقَابِ ذِى ٱلطَّوْلِ ۖ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ إِلَيْهِ ٱلْمَصِيرُ ﴿٣﴾

دګناهکارو دګناهونو بښونکی، له بندګانو يې چې څوک توبه وباسي دهغو توبه منونکی، او څوک يې چې له ګناهونو توبه نه وباسي دهغو لپاره سخت عذاب ورکوونکی، دښېګڼې او فضل څښتن، له هغه پرته بل په حقه معبود نشته، دقيامت په ورځ يوازې همغه دپناه ځای دی، نو هغوی ته به دهغه څه بدله ورکړي چې وړ يې دي

مَا يُجَـٰدِلُ فِىٓ ءَايَـٰتِ ٱللَّهِ إِلَّا ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فَلَا يَغْرُرْكَ تَقَلُّبُهُمْ فِى ٱلْبِلَـٰدِ ﴿٤﴾

دالله پر يووالي او درسولانو پر رېښتينولۍ يې دلالت کوونکو آيتونو کې يوازې هغه کسان جګړې کوي چې دخپلو عقلونو دخرابوالي له امله يې پر الله کفر کړی وي، نو پر هغوی مه خپه کېږه، او نه دې پر هغوی دروزۍ او پېرزوينو پراخوالی تا په دوکه کې اچوي، دهغوی همداسې پرېښودل دهغوی لپاره استدراج او له هغوی سره چل دی

كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍۢ وَٱلْأَحْزَابُ مِنۢ بَعْدِهِمْ ۖ وَهَمَّتْ كُلُّ أُمَّةٍۭ بِرَسُولِهِمْ لِيَأْخُذُوهُ ۖ وَجَـٰدَلُوا۟ بِٱلْبَـٰطِلِ لِيُدْحِضُوا۟ بِهِ ٱلْحَقَّ فَأَخَذْتُهُمْ ۖ فَكَيْفَ كَانَ عِقَابِ ﴿٥﴾

له دې مخکې دنوح قوم دا خبره درواغ وګڼله، دنوح له قوم وروسته نورو ډلو درواغ وګڼله، عاديانو ثموديانو، دلوط قوم او دمدين خلکو درواغ وګڼله، فرعون درواغ وګڼله، او له امتونو هر امت دخپل رسول درانيولو هوډ وکړ چې ويې وژني، او په ورسره باطل يې جګړه کوله ترڅو حق پرې له منځه يوسي، نو دغه ټول امتونه مې را ونيول، فکر وکړه چې هغوی لره زما سزا څنګه وه، ډېره سخته سزا وه

وَكَذَٰلِكَ حَقَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ عَلَى ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ أَنَّهُمْ أَصْحَـٰبُ ٱلنَّارِ ﴿٦﴾

لکه څنګه چې الله ددغو درواغ ګڼونکو امتونو دتباهۍ پرېکړه وکړه، ای رسوله! ثابت شوې ستا درب فیصله په کافرانو چې یقینا جهنمیان به وي

ٱلَّذِينَ يَحْمِلُونَ ٱلْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُۥ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِۦ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَىْءٍۢ رَّحْمَةًۭ وَعِلْمًۭا فَٱغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا۟ وَٱتَّبَعُوا۟ سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ ٱلْجَحِيمِ ﴿٧﴾

ای رسوله! هغه پرېښتې چې ستا دپالونکي عرش يې پورته کړی او کومې چې ترې چاپېره دي، هغوی يې دپالونکي پاکي بيانوي له هغه څه چې وړ يې نه دی، او پر هغه باور لري، او دهغو خلکو لپاره بښنه غواړي چې پر الله يې ايمان راوړی، چې په خپله دعا کې داسې وايي: ای زموږ پالونکيه! ستا پوهه او لورېينه هرڅه ته پراخه ده، هغو خلکو ته بښنه وکړه چې له خپلو ګناهونو يې توبه کړې ده او ستا ددين پيروي يې کړې او له اوره يې وساته چې ور ونه رسيږي. مخ ۱ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

رَبَّنَا وَأَدْخِلْهُمْ جَنَّـٰتِ عَدْنٍ ٱلَّتِى وَعَدتَّهُمْ وَمَن صَلَحَ مِنْ ءَابَآئِهِمْ وَأَزْوَٰجِهِمْ وَذُرِّيَّـٰتِهِمْ ۚ إِنَّكَ أَنتَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ ﴿٨﴾

پرېښتې وايي: اې زموږ پالونکيه! مؤمنان هغو تلپاتې جنتونو ته ننباسه چې ژمنه دې ورسره کړې ده چې ور ننباسې به يې، او له پلرونو، مېرمنو او اولادونو يې هغه خلک هم ورسره ننباسه چې نېک عمل يې کړی، له شک پرته ته داسې برلاسی يې چې هيڅوک نه شي درباندې برلاسی کېدلای، په خپل تقدير او تدبير کې دې حکيم يې

وَقِهِمُ ٱلسَّيِّـَٔاتِ ۚ وَمَن تَقِ ٱلسَّيِّـَٔاتِ يَوْمَئِذٍۢ فَقَدْ رَحِمْتَهُۥ ۚ وَذَٰلِكَ هُوَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ ﴿٩﴾

او هغوی له بدو کړنو يې وساته، پر هغو سزا مه ورکوه، او څوک چې دې دقيامت په ورځ دبدو کړنو له امله له سزا وساتل؛ نو لورېينه دې پرې وکړه، او دغه له عذابه ساتل او جنت ته دداخلېدلو لورېينه هغه لويه بريا ده چې هيڅ بريا نه شي ورته نېږدې کېدلای

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ يُنَادَوْنَ لَمَقْتُ ٱللَّهِ أَكْبَرُ مِن مَّقْتِكُمْ أَنفُسَكُمْ إِذْ تُدْعَوْنَ إِلَى ٱلْإِيمَـٰنِ فَتَكْفُرُونَ ﴿١٠﴾

پرته له شکه هغه کسان چې پر الله او دهغه پر رسولانو يې کفر کړی دقيامت په ورځ چې کله اور ته ننوځي، پرځانونو غوسه او لعنت کوي وايي به: ستاسو لپاره دالله کينه ستاسو دخپلو ځانونو لپاره ستاسو تر کينې لويه ده کله چې تاسو په دنيا کې پر الله ايمان راوړلو ته رابلل کېدلی خو تاسو پرې کفر کولو او له هغه سره مو نور معبودان شريکول

قَالُوا۟ رَبَّنَآ أَمَتَّنَا ٱثْنَتَيْنِ وَأَحْيَيْتَنَا ٱثْنَتَيْنِ فَٱعْتَرَفْنَا بِذُنُوبِنَا فَهَلْ إِلَىٰ خُرُوجٍۢ مِّن سَبِيلٍۢ ﴿١١﴾

کافران به پر خپلو ګناهونو داقرار کوونکو په توګه هغه مهال چې اقرار او توبه به يې ګټه نه ورته رسوي، ووايي: ای زموږ پالونکيه! موږ دې دوه ځلې مړه کړو، داسې چې موږ نه وو؛ تا را پيداکړو، بيا دې له دغه پيدايښت وروسته بيا مړه کړو، او دوه ځلې دې ژوندي کړو، يو ځل له نشت څخه په را پيداکولو سره بيا دراپاڅولو لپاره په را ژوندي کولوسره، نو موږ پر خپلو هغو ګناهونو اعتراف وکړ چې کړې مو دي، آيا له اوره دوتلو کومه لا ر شته چې پرې ولاړشو، او ژوند ته ور وګرځو ترڅو خپل عملونه سم کړو او ته له موږ راضي شې؟!

ذَٰلِكُم بِأَنَّهُۥٓ إِذَا دُعِىَ ٱللَّهُ وَحْدَهُۥ كَفَرْتُمْ ۖ وَإِن يُشْرَكْ بِهِۦ تُؤْمِنُوا۟ ۚ فَٱلْحُكْمُ لِلَّهِ ٱلْعَلِىِّ ٱلْكَبِيرِ ﴿١٢﴾

دغه عذاب چې تاسو ته درکول کيږي ددې له امله چې کله به يوازې الله را بلل کېدلو او شريک به نه ورسره نيول کېدلو تاسو به انکار ترې کولو او دهغه لپاره به مو شريکان نيول، او کله به چې شريک ورسره نيول کېدلو ايمان به مو پرې راوړلو، نو پرېکړه يوازې هغه الله لره ده چې په ذات، مرتبه او برلاسۍ کې لوړ دی، داسې لوی دی چې هر څه ترې کښته دي

هُوَ ٱلَّذِى يُرِيكُمْ ءَايَـٰتِهِۦ وَيُنَزِّلُ لَكُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ رِزْقًۭا ۚ وَمَا يَتَذَكَّرُ إِلَّا مَن يُنِيبُ ﴿١٣﴾

الله هغه ذات دی چې په شاوخوا او ځانو کې مو نښانې درښای، ترڅو خپل ځواک او يووالي ته مولا رښوونه وکړي، او له اسمانه دباران اوبه درته رانازلوي، تر څو د دې لا مل شي چې له شينګيو او، کښتونو او نورو شيانو روزي ترلاسه کړئ، او دالله له نښانو يوازې هغه څوک پند اخلي چې هغه ته توبه کوونکی مخلص ورګرځي

فَٱدْعُوا۟ ٱللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ وَلَوْ كَرِهَ ٱلْكَـٰفِرُونَ ﴿١٤﴾

الله رابلئ ای مومنانو په دې حال کې چې اخلاص کوونکي یاستئ خاص هغه لره په طاعت او بلنه کې نه مشرکان، اګر که دا رنګه کیدل ستاسې کافران بد ګڼي او غسه کو هغوی لره مخ ۲ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

رَفِيعُ ٱلدَّرَجَـٰتِ ذُو ٱلْعَرْشِ يُلْقِى ٱلرُّوحَ مِنْ أَمْرِهِۦ عَلَىٰ مَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦ لِيُنذِرَ يَوْمَ ٱلتَّلَاقِ ﴿١٥﴾

هغه ددې وړ دی چې په را بلنه او پيروۍ کې يوازې کړل شي،هغه داوچتو درجو والا ذات دی، په تمامه معنی جدا دی دټول مخلوق څخه او هغه دلوی عرش پالونکی دی، له بندګانو يې چې چاته وغواړي وحي پرې رانازلوي، ترڅو هغوی په خپله هم ژوندي شي او نور هم را ژوندي کړي او دقيامت له هغې ورځې خلک ووېروي چې لومړني او وروستني به پکې سره مخامخ کيږي

يَوْمَ هُم بَـٰرِزُونَ ۖ لَا يَخْفَىٰ عَلَى ٱللَّهِ مِنْهُمْ شَىْءٌۭ ۚ لِّمَنِ ٱلْمُلْكُ ٱلْيَوْمَ ۖ لِلَّهِ ٱلْوَٰحِدِ ٱلْقَهَّارِ ﴿١٦﴾

ى په کومه ورځ چې هغوی په يو هموار میدان کې را ټول شي او له الله دهغوی هيڅ هم پټ نه وي، نه په خپله هغوی، نه يې کړنې او نه يې بدله،الله به پوښتنه وکړي:: نن پاچايي چا لره ده؟! يوازې يو ځواب به وي، پاچايي يوازې هغه الله لره ده چې په ذات، صفاتو او کړنو کې يو دی، داسې برلاسی دی چې پر هرڅه برلاسی دی او هر څه ورته غاړه اېښې ده

ٱلْيَوْمَ تُجْزَىٰ كُلُّ نَفْسٍۭ بِمَا كَسَبَتْ ۚ لَا ظُلْمَ ٱلْيَوْمَ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ سَرِيعُ ٱلْحِسَابِ ﴿١٧﴾

نن به هر چاته دهغه دکړي عمل بدله ورکول کيږي، که ښه ونو ښه بدله به يې وي، او که بد ونو بده بدله به يې وي، په دغه ورځ کې هيڅ ظلم نشته، ځکه پرېکړه کوونکی عادل الله دی، له شک پرته الله دخپلو بنده ګانو ژر حساب اخېستونکی دی ځکه دهغه پوهه پرې چاپېره ده

وَأَنذِرْهُمْ يَوْمَ ٱلْـَٔازِفَةِ إِذِ ٱلْقُلُوبُ لَدَى ٱلْحَنَاجِرِ كَـٰظِمِينَ ۚ مَا لِلظَّـٰلِمِينَ مِنْ حَمِيمٍۢ وَلَا شَفِيعٍۢ يُطَاعُ ﴿١٨﴾

ای رسوله! هغوی دقيامت له ورځې ووېروه، دغه دقيامت ورځ چې نېږدې ده، هغه چې راتلونکې ده، او هر راتلونکی نېږدې وي، په دغه ورځ به زړونه دوېرې له سختۍ راپورته وي، تردې چې دڅښتنانو مريو ته به يې را رسيږي، هغه کسان چې چوپ وي له هغوی به هيڅوک خبرې نه کوي مګر چاته چې رحمن (بې حده مهربان ذات] اجازه ورکړي، او هغه ظالمان چې پرځانونو يې دشرک او ګناهونو له امله ظلم کړی هغوی لره به نه دوست وي، نه خپل او نه سپارښتونکی چې خبره يې ومنل شي کله که په تقدير کې دهغه لپاره دا خبره وي چې سپارښتنه دې وکړي

يَعْلَمُ خَآئِنَةَ ٱلْأَعْيُنِ وَمَا تُخْفِى ٱلصُّدُورُ ﴿١٩﴾

الله پر هغه څه پوهيږي چې دکتونکو سترګې يې په پټه په تېزۍ تر سره کوي، او پر هغه هم پوهيږي چې سينې يې پټوي، پر هغه له دغه څخه هيڅ هم پټ نه دي

وَٱللَّهُ يَقْضِى بِٱلْحَقِّ ۖ وَٱلَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِهِۦ لَا يَقْضُونَ بِشَىْءٍ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْبَصِيرُ ﴿٢٠﴾

او الله په عدل پرېکړه کوي، چې پر هيچا به دهغه دنېکيو په کمولو او په بديو کې په زياتولو ظلم نه کوي، او هغه څه چې مشرکان يې له الله پرته عبادت کوي هغوی به دهيڅ پرېکړه هم نه شي کولای، ځکه هغوی دڅه واک نه لري، له شک پرته همغه الله دخپلو بندګانو دويناوو اورېدونکی او دنيتونو او کړنو ليدونکی يې دی، او پردې به هغوی ته بدله ورکړي

۞ أَوَلَمْ يَسِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَيَنظُرُوا۟ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلَّذِينَ كَانُوا۟ مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَانُوا۟ هُمْ أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةًۭ وَءَاثَارًۭا فِى ٱلْأَرْضِ فَأَخَذَهُمُ ٱللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ وَمَا كَانَ لَهُم مِّنَ ٱللَّهِ مِن وَاقٍۢ ﴿٢١﴾

ه آيا دغه مشرکان په ځمکه کې نه دي ګرځېدلي، فکر به يې کړی وای، چې له هغوی مخکې ددرواغ ګڼونکو امتونو پايله څنګه وه؟ پايله يې ډېره بده وه، دغه امتونه د ځواک له پلوه له دوی زيات وو، په ځمکه يې دشيانو په جوړولو داسې اغېز کړی وو، چې دغو خلکو پرې نه دی کړی، خو الله دهغوی دګناهونو له امله يې تباه کړل، چې دالله له عذابه دهغوی لپاه هيڅ منع کوونکی نشته تر څو يې ترې منع کړی وای. مخ ۳ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ى

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانَت تَّأْتِيهِمْ رُسُلُهُم بِٱلْبَيِّنَـٰتِ فَكَفَرُوا۟ فَأَخَذَهُمُ ٱللَّهُ ۚ إِنَّهُۥ قَوِىٌّۭ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ ﴿٢٢﴾

دغه عذاب چې هغوی ته ورسېدلو، يوازې ددې له امله چې هغوی ته دالله له لوري له څرګندو نښانو او ښکاره دلايلو سره يې رسولان راغلل، خو هغوی په الله کفر وکړ او دهغه رسولان يې درواغجن وګڼل، سره له دې چې هغوی پياوړي وو خو الله راونيول او تباه يې کړل، له شک پرته هغه سپېڅلی ذات پياوړی او دهغه چا لپاره د سختې سزا ورکوونکی دی چا چې کفر پرې کړی او رسولان يې درواغجن ګڼلي دي. ولقد أرسلنا موس بٔايتنا وسلطن م بين

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَىٰ بِـَٔايَـٰتِنَا وَسُلْطَـٰنٍۢ مُّبِينٍ ﴿٢٣﴾

یقینا لیږلی وو مونږ موسی-علیه السلام-په ښکاره معجرو او عذر ختموونکي دلیل. إلى فرعون وهمن وقرون فقالوا سحر كذاب

إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَهَـٰمَـٰنَ وَقَـٰرُونَ فَقَالُوا۟ سَـٰحِرٌۭ كَذَّابٌۭ ﴿٢٤﴾

فرعون دهغه وزيرهامان او قارون ته، هغوی وويل: موسی کوډګر درواغجن دی په هغه څه کې چې دعوی يې کوي چې ګواکې هغه رسول دی

فَلَمَّا جَآءَهُم بِٱلْحَقِّ مِنْ عِندِنَا قَالُوا۟ ٱقْتُلُوٓا۟ أَبْنَآءَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَهُۥ وَٱسْتَحْيُوا۟ نِسَآءَهُمْ ۚ وَمَا كَيْدُ ٱلْكَـٰفِرِينَ إِلَّا فِى ضَلَـٰلٍۢ ﴿٢٥﴾

فى ضلل نو کله چې موسی پر خپله رېښتينولۍ دلالت کوونکي دليل سره ورته راغی، فرعون وويل: دهغو کسانو اولادونه ووژنئ چې له موسی سره يې ايمان راوړی او مېرمنې يې دهغوی دسپکاوي په موخه ژوندۍ پرېږدئ، او دکافرانو چل چې په وژلو يې دمؤمنانو دشمېر دکموالي امر کړی دغه يوازې تباه او له منځه تلونکی امر دی چې هيڅ اغېز نه لري

وَقَالَ فِرْعَوْنُ ذَرُونِىٓ أَقْتُلْ مُوسَىٰ وَلْيَدْعُ رَبَّهُۥٓ ۖ إِنِّىٓ أَخَافُ أَن يُبَدِّلَ دِينَكُمْ أَوْ أَن يُظْهِرَ فِى ٱلْأَرْضِ ٱلْفَسَادَ ﴿٢٦﴾

او فرعون وويل: ما پرېږدئ چې موسی دهغه دسزا په ډول ووژنم، او دهغه رب پرېږدئ چې له ما يې وژغوري، او زه ددې پروا نه لرم چې هغه يې پالونکی رابولي، زه وېرېږم چې هغه به ستاسو هغه دين دربدل کړي چې تاسو پرې ياست او يا به په وژلو او ورانکارۍ په ځمکه کې فساد را ولاړ کړي

وَقَالَ مُوسَىٰٓ إِنِّى عُذْتُ بِرَبِّى وَرَبِّكُم مِّن كُلِّ مُتَكَبِّرٍۢ لَّا يُؤْمِنُ بِيَوْمِ ٱلْحِسَابِ ﴿٢٧﴾

او موسی عليه السلام چې کله دفرعون په ګوت څنډنه پوه شو ويې ويل: ما خپل پالونکي او ستاسو پالونکي ته له هر هغه لويي کوونکي پناه وړې چې له حق او پر هغه دايمان راوړلو څخه لويي کوي، چې دقيامت پر ورځ او په هغو کې دحساب او سزا په اړه باور نه لري

وَقَالَ رَجُلٌۭ مُّؤْمِنٌۭ مِّنْ ءَالِ فِرْعَوْنَ يَكْتُمُ إِيمَـٰنَهُۥٓ أَتَقْتُلُونَ رَجُلًا أَن يَقُولَ رَبِّىَ ٱللَّهُ وَقَدْ جَآءَكُم بِٱلْبَيِّنَـٰتِ مِن رَّبِّكُمْ ۖ وَإِن يَكُ كَـٰذِبًۭا فَعَلَيْهِ كَذِبُهُۥ ۖ وَإِن يَكُ صَادِقًۭا يُصِبْكُم بَعْضُ ٱلَّذِى يَعِدُكُمْ ۖ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهْدِى مَنْ هُوَ مُسْرِفٌۭ كَذَّابٌۭ ﴿٢٨﴾

مسرف كذ اب دفرعون له کورنۍ يو پر الله ايمان لرونکي سړي په داسې حال کې چې له خپل قومه يې ايمان پټولو، دهغوی لخوا يې دموسی دوژلو هوډ بد ګڼلو وويل: آيا تاسو پرته له ګناه يوسړی يوازې له دې امله وژنئ چې وايي: زما پالونکی الله دی، په داسې حال کې چې تاسو ته له داسې دليلونو او حجتونو سره راغلی چې دهغه ددغې دعوې پر رېښتينولۍ دلالت کوي چې هغه دخپل پالونکي لخوا را لېږل شوی دی؟! که چېرې هغه درواغجن وي، نو ددرواغو زيان به يې هغه ته راګرځي، او که رېښتينی وي، نو ځينې هغه سزا به په بيړه در ورسيږي چې ژمنه يې درسره کوي، له شک پرته الله هغه چاته دحق توفيق نه ورکوي چې دهغه له پولو اوړي، پر هغه او د هغه پر رسولانو تور تړي. مخ ۴ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

يَـٰقَوْمِ لَكُمُ ٱلْمُلْكُ ٱلْيَوْمَ ظَـٰهِرِينَ فِى ٱلْأَرْضِ فَمَن يَنصُرُنَا مِنۢ بَأْسِ ٱللَّهِ إِن جَآءَنَا ۚ قَالَ فِرْعَوْنُ مَآ أُرِيكُمْ إِلَّا مَآ أَرَىٰ وَمَآ أَهْدِيكُمْ إِلَّا سَبِيلَ ٱلرَّشَادِ ﴿٢٩﴾

ى ای زما قومه! نن تاسو لره پاچايي ده او دمصر په ځمکه کې برلاسي ياست، که دموسی دوژلو له امله موږته دالله عذاب راشي، څوک به مو مرسته وکړي؟! فرعون وويل: رایه به زما رايه وي او پرېکړه به زما پرېکړه وي، زما رايه داده چې موسی ووژنم، ترڅو دشر او فساد مخه ونيول شي، او زه يوازې دسم او حق لوري ته مولا رښوونه کوم

وَقَالَ ٱلَّذِىٓ ءَامَنَ يَـٰقَوْمِ إِنِّىٓ أَخَافُ عَلَيْكُم مِّثْلَ يَوْمِ ٱلْأَحْزَابِ ﴿٣٠﴾

او هغه کس چې ايمان يې راوړی قوم ته يې دنصيحت کوونکي په توګه وويل: که موسی مو په ظلم او تيري ووژلو زه پرتاسو دداسې عذاب له راتلو وېرېږم لکه پر هغو خلکو چې راغلی وچې دخپلو پخوانيو رسولانو پر خلاف ډلې ډلې شوي وو، نو الله هغوی تباه کړل

مِثْلَ دَأْبِ قَوْمِ نُوحٍۢ وَعَادٍۢ وَثَمُودَ وَٱلَّذِينَ مِنۢ بَعْدِهِمْ ۚ وَمَا ٱللَّهُ يُرِيدُ ظُلْمًۭا لِّلْعِبَادِ ﴿٣١﴾

لکه دهغه چا عادت چې کفر يې کړی او رسولان يې درواغجن ګڼلي دي، دنوح دقوم، عاد، ثمود او هغو خلکو غوندې چې له هغوی وروسته وو، پرته له شکه الله هغوی دخپل کفر او درسولانو ددرواغ ګڼلو له امله تباه کړل، او الله بندګانو لره ظلم نه خوښوي، او يوازې دهغوی دګناهونو له امله پوره پوره سزا ورکوي

وَيَـٰقَوْمِ إِنِّىٓ أَخَافُ عَلَيْكُمْ يَوْمَ ٱلتَّنَادِ ﴿٣٢﴾

او ای زما قومه! زه پر تاسو دقيامت له ورځې ډارېږم، هغه ورځ چې ځينې خلک به ځينې نور دخپلوۍ او مرتبې له امله رابولي په دې ګومان چې دغه لا ر هغوی ته په دغه وېروونکي ځای کې ګټه رسوي

يَوْمَ تُوَلُّونَ مُدْبِرِينَ مَا لَكُم مِّنَ ٱللَّهِ مِنْ عَاصِمٍۢ ۗ وَمَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِنْ هَادٍۢ ﴿٣٣﴾

په کومه ورځ چې داور له وېرې په شا ګرځېدونکي تېښته کوئ، دالله له عذابه به کوم منع کوونکی تاسو لره منع نه شي کړلای او الله چې دچا مرسته پرېږدي او د ايمان راوړلو توفيق ورنه کړي، نو هغه لره هيڅ لا رښود نشته چې لا رښوونه يې وکړي، ځکه دلارښوونې توفيق يوازې دهغه په لا س کې دی

وَلَقَدْ جَآءَكُمْ يُوسُفُ مِن قَبْلُ بِٱلْبَيِّنَـٰتِ فَمَا زِلْتُمْ فِى شَكٍّۢ مِّمَّا جَآءَكُم بِهِۦ ۖ حَتَّىٰٓ إِذَا هَلَكَ قُلْتُمْ لَن يَبْعَثَ ٱللَّهُ مِنۢ بَعْدِهِۦ رَسُولًۭا ۚ كَذَٰلِكَ يُضِلُّ ٱللَّهُ مَنْ هُوَ مُسْرِفٌۭ مُّرْتَابٌ ﴿٣٤﴾

او په رېښتيا له موسی مخکې يوسف دالله پر يووالي له څرګندو دليلو سره درته راغی، تاسو تل په شک او دهغه څه په اړه په درواغ ګڼلو کې ياستی چې درته راغلي دي، آن تردې چې کله هغه وفات شو شک او تردد مولا زيات شو او ومو ويل: له هغه وروسته هيڅکله الله بل رسول نه راليږي. له حقه ستاسو ددغې لا رورکۍ غوندې الله هر هغه څوک لا رورکی کوي چې دالله له پولو اوړي چې دهغه په يووالي کې شک کوونکی وي

ٱلَّذِينَ يُجَـٰدِلُونَ فِىٓ ءَايَـٰتِ ٱللَّهِ بِغَيْرِ سُلْطَـٰنٍ أَتَىٰهُمْ ۖ كَبُرَ مَقْتًا عِندَ ٱللَّهِ وَعِندَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ۚ كَذَٰلِكَ يَطْبَعُ ٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ قَلْبِ مُتَكَبِّرٍۢ جَبَّارٍۢ ﴿٣٥﴾

كل قلب متكبر جبار هغه کسان چې دالله په آيتونو کې جګړې کوي چې راشي ورته په دې موخه چې رد یې کړي بې دلیله! دالله په ایتونو کې بې دلیله جګړې کول دالله او هغوکسانو پر وړاندې چې پر الله او دهغه پر رسولانو يې ايمان راوړی غټه دغوسې خبره ده. لکه څنګه چې الله ددغوجګړه کوونکو پر زړونه مهر لګولی چې زموږ په آيتونو کې د هغو دباطلولو لپاره جګړې کوي، هر هغه څوک چې دحق څخه ځان لوی ګڼي دځان دپاسه سر نه مني دهغه په زړه هم الله مهر وهي، حق ته به لا ر نه مومي او خير ته به لا ر نه پيداکوي. مخ ۵ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَـٰهَـٰمَـٰنُ ٱبْنِ لِى صَرْحًۭا لَّعَلِّىٓ أَبْلُغُ ٱلْأَسْبَـٰبَ ﴿٣٦﴾

فرعون خپل وزير هامان ته وويل: ای هامانه! ما لره يوه دنګه ماڼۍ جوړه کړه په دې هيله چې هغولا رو ته به ورسېږم

أَسْبَـٰبَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ فَأَطَّلِعَ إِلَىٰٓ إِلَـٰهِ مُوسَىٰ وَإِنِّى لَأَظُنُّهُۥ كَـٰذِبًۭا ۚ وَكَذَٰلِكَ زُيِّنَ لِفِرْعَوْنَ سُوٓءُ عَمَلِهِۦ وَصُدَّ عَنِ ٱلسَّبِيلِ ۚ وَمَا كَيْدُ فِرْعَوْنَ إِلَّا فِى تَبَابٍۢ ﴿٣٧﴾

په دې هيله چې اسمانونو ته رسېدلولا رو ته ورسېږم، نو دموسی هغه پالونکی ووينم چې هغه يې په حقه دمعبود والي ګومان کوي او زه فکر کوم چې موسی په خپله دعوی کې درواغجن دی. همدا راز فرعون ته يې ناوړه عمل ښکلی ښکاره شو کله يې چې له هامانه هغه غوښتنه وکړه چې ترې ويې غوښتل، او دحق له لا رې د لا رورکۍ لا رې ته واوښتلو، او دفرعون هغه چل چې دباطل ښکاره کولو لپاره هغه پرې واو دهغه حق باطلول چې موسی ورسره راغلی ويوازې په زيان کې دي، ځکه پايله يې ناکامي او خپله هڅه کې نه بريا او داسې بدبختي ده چې تر پايه به وي

وَقَالَ ٱلَّذِىٓ ءَامَنَ يَـٰقَوْمِ ٱتَّبِعُونِ أَهْدِكُمْ سَبِيلَ ٱلرَّشَادِ ﴿٣٨﴾

او دفرعون له کورنۍ چې کوم سړي ايمان راوړی وهغه قوم ته دنصيحت کوونکي او دحق لا رې ښوونکي په توګه وويل: ای زما قوم! پيروي مې وکړئ چې حق ته مولا رښوونه او سمې لا رې ته مولا رښوونه وکړم

يَـٰقَوْمِ إِنَّمَا هَـٰذِهِ ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَا مَتَـٰعٌۭ وَإِنَّ ٱلْـَٔاخِرَةَ هِىَ دَارُ ٱلْقَرَارِ ﴿٣٩﴾

ای زما قومه! دغه ددنيا ژوند په ختمېدونکو مزو ګټه اخېستنه ده، نو پای ته رسېدونکې ګټه مو دې دوکه نه کړي، او دآخرت په ژوند کې چې کوم تلپاتې نه ختمېدونکي پېرزوينې دي هغه دتلپاتې کرارۍ او اوسېدو ځای دی، نو دالله په پيروۍ دهغه لپاره عمل وکړئ او دآخرت له عمله ددنيا په ژوند له بوختېدو ډډه وکړئ

مَنْ عَمِلَ سَيِّئَةًۭ فَلَا يُجْزَىٰٓ إِلَّا مِثْلَهَا ۖ وَمَنْ عَمِلَ صَـٰلِحًۭا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌۭ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ يَدْخُلُونَ ٱلْجَنَّةَ يُرْزَقُونَ فِيهَا بِغَيْرِ حِسَابٍۢ ﴿٤٠﴾

يرزقون فيها بغير حساب چاچې کوم ناوړه کار وکړ، هيڅکله به يې تر کړي عمل زياته سزا ورنه کړل شي اوپه سزا کې به يې زياتوالی را نه شي او چاچې دالله لپاره ښه کار وکړ، نارينه وي او که ښځينه خو چې پر الله او رسولانو يې ايمان ولري، نو همدغه دښو صفتونو لرونکي به دقيامت په ورځ جنت ته ننوځي، او الله به پرته له حسابه هلته اېښودل شوې هغه مېوې او پېرزوينې په روزۍ ورکړي چې نه ختمېدونکې دي

۞ وَيَـٰقَوْمِ مَا لِىٓ أَدْعُوكُمْ إِلَى ٱلنَّجَوٰةِ وَتَدْعُونَنِىٓ إِلَى ٱلنَّارِ ﴿٤١﴾

او ای زما قومه! څه دي ما لره چې زه مو ددنيا په ژوند او آخرت کې پر الله ايمان راوړلو او نېک عمل له ناکامۍ بريا ته رابولم، او تاسو مې اور ته په ننتولو را بولئ چې له الله څخه انکار کولو او سرغړونې ته مې رابولئ

تَدْعُونَنِى لِأَكْفُرَ بِٱللَّهِ وَأُشْرِكَ بِهِۦ مَا لَيْسَ لِى بِهِۦ عِلْمٌۭ وَأَنَا۠ أَدْعُوكُمْ إِلَى ٱلْعَزِيزِ ٱلْغَفَّـٰرِ ﴿٤٢﴾

تاسو مې خپل باطل ته ور بولئ په دې هيله چې پر الله کفر وکړم او په عبادت کې ورسره بل څوک یو ځای کړم چې ما لره يې دالله سره په عبادت کې يوځای کولو صحت باندې هيڅ علم نشته او زه مو پر داسې برلاسي الله ايمان راوړلو ته رابولم چې هيڅوک نه شي پرې برلاسي کېدلای، بښونکی دی دخپلو بندګانو لپاره د لويې بښنې والا دی. مخ ۶ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

لَا جَرَمَ أَنَّمَا تَدْعُونَنِىٓ إِلَيْهِ لَيْسَ لَهُۥ دَعْوَةٌۭ فِى ٱلدُّنْيَا وَلَا فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ وَأَنَّ مَرَدَّنَآ إِلَى ٱللَّهِ وَأَنَّ ٱلْمُسْرِفِينَ هُمْ أَصْحَـٰبُ ٱلنَّارِ ﴿٤٣﴾

حق خبره ده چې پر کوم څه ایمان راوړلو او دهغه پيروۍ ته مې وربولئ، هغه لره نه په دنيا او نه په آخرت کې بلنه شته چې په حقه دې پرې وبلل شي او نه هغه چا ته ځواب ورکولای شي چې رابولي يې، او زموږ ټولو يوازې الله ته ورګرځېدل دي، او دشک پرته په کفر او سرغړونو کې له بريده اوښتونکي داسې داور والا دي چې د قيامت په ورځ به يې ور ننوتل لا زمي وي

فَسَتَذْكُرُونَ مَآ أَقُولُ لَكُمْ ۚ وَأُفَوِّضُ أَمْرِىٓ إِلَى ٱللَّهِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ بَصِيرٌۢ بِٱلْعِبَادِ ﴿٤٤﴾

هغوی يې نصيحتونه رد کړل، نو هغه وويل: ژر دی چې هغه نصيحتونه به ياد کړئ چې ما درته وړاندې کړي دي او دهغه په نه منلو به پښېمانه شئ، او زه مې خپلې ټولې چارې يوازې الله ته سپارم، له شک پرته له الله دخپلو بندګانو له کړنو هيڅ هم پټ نه دي

فَوَقَىٰهُ ٱللَّهُ سَيِّـَٔاتِ مَا مَكَرُوا۟ ۖ وَحَاقَ بِـَٔالِ فِرْعَوْنَ سُوٓءُ ٱلْعَذَابِ ﴿٤٥﴾

نو الله دهغوی له بد چل څخه وساتلو کله چې هغوی يې دوژلو اراده وکړه او دفرعون پر کورنۍ دډوبېدو سزا را چاپېره شوه، نو الله هغه او په دنيا کې ټول دهغه لښکر ډوب کړل. و ي

ٱلنَّارُ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا غُدُوًّۭا وَعَشِيًّۭا ۖ وَيَوْمَ تَقُومُ ٱلسَّاعَةُ أَدْخِلُوٓا۟ ءَالَ فِرْعَوْنَ أَشَدَّ ٱلْعَذَابِ ﴿٤٦﴾

او دهغوی له مرګ وروسته به په قبرونو کې يې دورځې په پيل او پای کې پر اور ور وړاندې کول کيږي او دقيامت په ورځ به وويل شي: دفرعون پيروان ترټولو سخت او لوی عذاب ته ننباسئ ځکه هغوی دکفر، درواغ ګڼلو او دالله له لا رې دمنع کولو په حالت کې وو

وَإِذْ يَتَحَآجُّونَ فِى ٱلنَّارِ فَيَقُولُ ٱلضُّعَفَـٰٓؤُا۟ لِلَّذِينَ ٱسْتَكْبَرُوٓا۟ إِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًۭا فَهَلْ أَنتُم مُّغْنُونَ عَنَّا نَصِيبًۭا مِّنَ ٱلنَّارِ ﴿٤٧﴾

ای رسوله! په ياد کړه هغه وخت کله چې له دوزخيانو پيروان او مشران له يو او بل سره شخړې کوي، نو کمزوري پیروان به لويي کوونکو مشرانو ته ووايي: موږ په دنيا کې په لا رورکۍ کې ستاسو پيروان وو، آيا تاسو له موږ څخه دفع کولای شئ سزاءدعذابل الله چې پخپلو اوږو یې واخلئ؟!

قَالَ ٱلَّذِينَ ٱسْتَكْبَرُوٓا۟ إِنَّا كُلٌّۭ فِيهَآ إِنَّ ٱللَّهَ قَدْ حَكَمَ بَيْنَ ٱلْعِبَادِ ﴿٤٨﴾

لويي کوونکي مشران به ووايي: له شک پرته موږ په اور کې سره برابر يو که پيروان يو او که مشران، له موږ يو هم دبل سزا نه شي اخېستلی، له شک پرته الله د بندګانو تر منځ پرېکړه کړې ده، چې هر چاته يې له عذابه هغه څه ورکړي چې وړ يې و

وَقَالَ ٱلَّذِينَ فِى ٱلنَّارِ لِخَزَنَةِ جَهَنَّمَ ٱدْعُوا۟ رَبَّكُمْ يُخَفِّفْ عَنَّا يَوْمًۭا مِّنَ ٱلْعَذَابِ ﴿٤٩﴾

په اور کې عذاب کړل شوي پيروان او مشران چې کله له اوره دوتلو او ددنيا ژوند ته له راګرځېدو ناهيلي شي تر څو توبه وباسي، نو پر اور ګومارل شوو پرېښتو ته به ووايي:د خپل پالونکی مو وغواړئ تر څو دغه تلپاتې عذاب يوه ورځ له موږه سپک کړي

قَالُوٓا۟ أَوَلَمْ تَكُ تَأْتِيكُمْ رُسُلُكُم بِٱلْبَيِّنَـٰتِ ۖ قَالُوا۟ بَلَىٰ ۚ قَالُوا۟ فَٱدْعُوا۟ ۗ وَمَا دُعَـٰٓؤُا۟ ٱلْكَـٰفِرِينَ إِلَّا فِى ضَلَـٰلٍ ﴿٥٠﴾

ددوزخ څوکيداران به کافرانوته دځواب په توګه ووايي: آيا رسولان مو له څرګندو دليلونو او برهانونو سره نه ودرته راغلي؟! کافران به ووايي: ولې نه، هغوی له څرګندو دليلونو او برهانونو سره راتلل، ددوزخ څوکيداران به هغوی ته دچوپ کولو په موخه ووايي: نو تاسو په خپله يې راوبولئ موږ دکافرانو سپارښتنه نه کوو، او دکافرانو رابلنه يوازې بطلان او له منځه تلل دي، ځکه دهغوی دکفر له امله ورڅخه نه منل کيږي. مخ ۷ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ ٱلْأَشْهَـٰدُ ﴿٥١﴾

له شک پرته موږ دخپلو رسولانو او هغو کسانو مرسته کوو چې پر الله او دهغه پر رسولانويې ايمان راوړی تر څو دهغوی ددښمنانو پر خلاف دهغوی حجت ښکاره او تاييد شي، او په قيامت کې به جنت ته دهغوی په ننه اېستلو او په دنيا کې چې دهغوی کوم دښمنان ود هغوی دوزخ ته په ننه اېستلو سره دسزا په ورکولو دهغوی مرسته وکړو وروسته تر دې چې نبيان، پرېښتې او مؤمنان به دتبليغ په کولو او دامتونو په درواغ ګڼلو شاهدي ورکړي

يَوْمَ لَا يَنفَعُ ٱلظَّـٰلِمِينَ مَعْذِرَتُهُمْ ۖ وَلَهُمُ ٱللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوٓءُ ٱلدَّارِ ﴿٥٢﴾

هغه ورځ چې دکفر او ګناهونو له امله پرځانو ظلم کوونکو ته يې عذر غوښتنه ګټه ونه رسوي، او هغوی لره به په دغه ورځ دالله له رحمت څخه لرې والی وي او په آخرت کې به بد کور وي دهغه دردوونکی عذاب له امله چې هغوی ورسره مخ کيږي

وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْهُدَىٰ وَأَوْرَثْنَا بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ٱلْكِتَـٰبَ ﴿٥٣﴾

او پرته له شکه موسی ته مو هغه پوهه ورکړه چې بني اسرائیلو ته دحق لا ره وښای، او تورات مو په بني اسرائيلو کې داسې ميراثي کتاب وګرځولو چې يو نسل یې له بل نسله په ميراث وړي

هُدًۭى وَذِكْرَىٰ لِأُو۟لِى ٱلْأَلْبَـٰبِ ﴿٥٤﴾

دحق لا رې ته دلارښوونې او دسالم عقل څښتنانو ته ديادونې په قتوګه

فَٱصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقٌّۭ وَٱسْتَغْفِرْ لِذَنۢبِكَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ بِٱلْعَشِىِّ وَٱلْإِبْكَـٰرِ ﴿٥٥﴾

نو ای رسوله! پر هغه څه صبر کوه چې دخپل قوم لخوا له کوم دراوغ ګڼلو او اذيت سره مخ کېږې، له شک پرته دالله لخوا ستا سره دمرستې او تاييد ژمنه حق ده هيڅ شک نشته پکې، دخپلې ګناه بښنه دې غواړه، او دورځې په پيل او پای کې دخپل پالونکي په ستاينه دې پاکي بيانوه

إِنَّ ٱلَّذِينَ يُجَـٰدِلُونَ فِىٓ ءَايَـٰتِ ٱللَّهِ بِغَيْرِ سُلْطَـٰنٍ أَتَىٰهُمْ ۙ إِن فِى صُدُورِهِمْ إِلَّا كِبْرٌۭ مَّا هُم بِبَـٰلِغِيهِ ۚ فَٱسْتَعِذْ بِٱللَّهِ ۖ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْبَصِيرُ ﴿٥٦﴾

بېشکه هغه کسان چې دالله په آيتونو کې پرته له داسې حجت او برهانه چې دالله له لورې ورته راغلی وي دهغو دباطلولو په موخه جګړې کوي، دغه کار ته يې يوازې دهغوی دحق پر خلاف لويي او دتکبر اراده هڅوي، او هيڅکله به هغې لويۍ ته ونه رسيږي چې اراده يې لري، نو ای رسوله دالله پر رسۍ منګولې ټينګې ولګوه، بېشکه هغه دخپلو بنده ګانو دويناوو ښه اورېدونکی، پر کړنو يې ښه پوه دی، هيڅ شی به ترې پاتې نه شي او پر هغو به بدله ورکړي

لَخَلْقُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ أَكْبَرُ مِنْ خَلْقِ ٱلنَّاسِ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٥٧﴾

دآسمانونو او ځمکې دلوی والي او پرخوالي له امله دهغو پيدايښت دخلکو له پيدايښت څخه لوی کار دی، نو کوم ذات چې دغه پيداکړي سره دهغو دلوی والي، هغه دمړو له قبرونو څخه په بیا راژونديکولو هم قادر دی تر څو حساب ورسره وکړي او بدله يې ورکړي، خو ډېر خلک نه پوهيږي، نو پند نه ترې اخلي او دهغو دڅرګندوالي سربېره دبېرته را پاڅېدو دليل يې نه ګرځوي

وَمَا يَسْتَوِى ٱلْأَعْمَىٰ وَٱلْبَصِيرُ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ وَلَا ٱلْمُسِىٓءُ ۚ قَلِيلًۭا مَّا تَتَذَكَّرُونَ ﴿٥٨﴾

او نه سره برابريږي هغه څوک چې نه ويني او هغه څوک چې ويني، نه هغه خلک چې پر الله يې ايمان راوړی دهغه رسولان يې رېښتينې بللي او ښه کارونه يې کړي، له هغه چا سره نه برابريږي چې دناوړه عقيدې او ګناهونو په کولو يې بد کار کړی، تاسو ډېر لږ پند اخلئ، ځکه که پند واخلئ نو ددواړو ډلو تر منځ په توپير به پوه شئ، ترڅو ددې خبرې کوښښ وکړئ چې دالله دخوښۍ په مينه کې دهغو خلکو څخه شئ چې ايمان يې راوړی او ښه کارونه يې کړي دي. مخ ۸ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

إِنَّ ٱلسَّاعَةَ لَـَٔاتِيَةٌۭ لَّا رَيْبَ فِيهَا وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿٥٩﴾

له شک پرته هغه قيامت چې الله به پکې مړي دحساب او بدلې لپاره راپورته کوي هرومرو راتلونکی دی، هيڅ شک نشته پکې، خو ډېر خلک يې په راتلو ايمان نه راوړي، نو له همدې امله چمتووالی نه ورته نيسي

وَقَالَ رَبُّكُمُ ٱدْعُونِىٓ أَسْتَجِبْ لَكُمْ ۚ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِى سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ ﴿٦٠﴾

او ای خلکو! ستاسو پالونکي ويلي دي: په غوښتنه او بنده ګۍ کې مې يوازې وګڼئ، بلنه به مو ومنم او بښنه به درته وکړم او لورېينه به درباندې وکړم، بېشکه هغه کسان چې په بنده ګۍ کې زما له يووالي لويي کوي ژر به دقيامت په ورځ هغوی خوار او سپک دوزخ ته ننوځي

ٱللَّهُ ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُمُ ٱلَّيْلَ لِتَسْكُنُوا۟ فِيهِ وَٱلنَّهَارَ مُبْصِرًا ۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى ٱلنَّاسِ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَشْكُرُونَ ﴿٦١﴾

يشكرون الله هغه ذات دی چې شپه يې ستاسو لپاره تياره کړې ده تر څو پکې آرام شئ او راحت وکړئ، او ورځ يې رڼا او روښانه ګرځولې ده ترڅو کار پکې وکړئ، بېشکه الله پرخلکو دلویې پېرزوينې څښتن دی کله يې چې پر هغوی خپل ښکاره او پټ نعمتونه بشپړ کړي دي، خو ډېر خلک دهغه پاک ذات پر هغو نعمتونو شکر نه وباسي چې پر هغوی يې کړي دي

ذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبُّكُمْ خَـٰلِقُ كُلِّ شَىْءٍۢ لَّآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ فَأَنَّىٰ تُؤْفَكُونَ ﴿٦٢﴾

همدغه الله دی چې پرتاسو يې خپل نعمتونه پېرزو کړي دي هغه دهر څه پيداکوونکی دی، له هغه پرته بل پيداکوونکی نشته، يوازې هغه په حقه دعبادت وړ دی، نو څنګه دهغه دعبادت څخه دبل چابنده ګۍ ته ګرځئ چې دګټې او زيان واک نه لري

كَذَٰلِكَ يُؤْفَكُ ٱلَّذِينَ كَانُوا۟ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ يَجْحَدُونَ ﴿٦٣﴾

لکه څنګه چې دغه خلک پر الله له ايمان راوړلو او يوازې دهغه له بنده ګۍ وګرځېدل همدا راز هغه څوک ترې ګرځي چې په هر وخت او زمانه کې دالله پر يووالي دلالت کوونکو نښانو څخه انکار کوي، نو هغه ته لا ر نه مومي او دسمې لا رې توفيق نه ورکول کيږي

ٱللَّهُ ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُمُ ٱلْأَرْضَ قَرَارًۭا وَٱلسَّمَآءَ بِنَآءًۭ وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ وَرَزَقَكُم مِّنَ ٱلطَّيِّبَـٰتِ ۚ ذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبُّكُمْ ۖ فَتَبَارَكَ ٱللَّهُ رَبُّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٦٤﴾

ای رسوله! الله هغه ذات دی چې ځمکه يې ستاسو دآرامۍ لپاره چمتو شوی تمځای ګرځولی دی، او آسمان يې پرتاسو برسېره داسې ټينګ جوړ کړی چې له لوېدو يې منع کړی، او ستاسو دميندو په رحمونو کې يې ستاسو صورتونه جوړ کړي او ښه صورتونه يې در جوړ کړي، او له حلالو او پاکو شيانو يې روزي درکړې ده، دغه پېرزوينې يې چې درباندې کړې دي هغه ستاسو پالونکی الله دی، نو دټولو مخلوقاتو پالونکی الله برکت والا دی، له هغه پرته بل پالونکی ورلره نشته

هُوَ ٱلْحَىُّ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ فَٱدْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ ۗ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٦٥﴾

هغه ژوندی دی، مړ کيږي نه، له هغه پرته په حقه بل دعبادت وړ نشته، عبادت یې کوئ او غوښتنه کې يې راوبولئ، په داسې حال کې چې يوازې دهغه دخوښې هوډ مو کړی وي، او له مخلوقاتو يې بل څوک مه ورسره شريکوئ، ټول دکمال صفتونه خاص الله هغه ذات لره دي چې دمخلوقاتو پالونکی دی. مخ ۹ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

۞ قُلْ إِنِّى نُهِيتُ أَنْ أَعْبُدَ ٱلَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ لَمَّا جَآءَنِىَ ٱلْبَيِّنَـٰتُ مِن رَّبِّى وَأُمِرْتُ أَنْ أُسْلِمَ لِرَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٦٦﴾

ورته ووایه ای پیغمتره زه الله منع کړی یم دهغه چا دعبادت څخه چې تاسو یې عبادت کوئ په غیر دالله څخه ددې بوتانو چې نه فایده رسولای شي او نه ضرر دفع کولای شي کله چې ما ته ددې دعبادت په بطلان ښکاره دلایل او براهین راغلۍ، او امر يې راته کړی چې يوازې هغه ته په بنده ګۍ کولو غاړه کېږدم، هغه دټولو مخلوقاتو پالونکی دی، چې له هغه پرته بل پالونکی ورلره نشته

هُوَ ٱلَّذِى خَلَقَكُم مِّن تُرَابٍۢ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍۢ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍۢ ثُمَّ يُخْرِجُكُمْ طِفْلًۭا ثُمَّ لِتَبْلُغُوٓا۟ أَشُدَّكُمْ ثُمَّ لِتَكُونُوا۟ شُيُوخًۭا ۚ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّىٰ مِن قَبْلُ ۖ وَلِتَبْلُغُوٓا۟ أَجَلًۭا مُّسَمًّۭى وَلَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿٦٧﴾

هغه ذات[الله] دی چې ستاسو پلار آدم يې له خاورې پيداکړی، بيا له هغه وروسته يې ستاسو پيدايښت له نطفې (مني) وګرځولو، بيا يې له نطفې وروسته له ټينګې وينې څخه، بيا له دغه وروسته مو دميندو له ګېډو دوړو ماشومانو په توګه راباسي، بيا تاسو دبدن دسختوالي عمر ته رسېږئ، بيا دومره لوېږئ چې بوډا کېږئ، او ځينې مو له دې مخکې مري، ددې لپاره چې دالله په پوهه کې ټاکلې مودې ته ورسېږئ، له هغه نه کمېږئ او نه پر هغه زياتېږئ، او کېدای شي ددغو حجتونو او دليلونو په مرسته دهغه پر قدرت او يووالي ګټه پورته کړئ

هُوَ ٱلَّذِى يُحْىِۦ وَيُمِيتُ ۖ فَإِذَا قَضَىٰٓ أَمْرًۭا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُۥ كُن فَيَكُونُ ﴿٦٨﴾

هغه يوازې داسې سپېڅلی ذات دی چې ژوندې کول دهغه په واک کې دي، او يوازې همغه دی چې مړه کول يې په واک کې دي، کله چې دڅه پرېکړه وکړي، نو هغه امر ته وايي شه، بس هغه کيږي

أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ يُجَـٰدِلُونَ فِىٓ ءَايَـٰتِ ٱللَّهِ أَنَّىٰ يُصْرَفُونَ ﴿٦٩﴾

ای رسوله! تا هغه خلک نه دي ليدلي چې دالله په آيتونو کې جګړې کوي دهغو دڅرګندوالي سربېره هغه درواغ ګڼي، دهغوی پر حال به تعجب وکړې، په داسې حال کې چې هغوی له حقه مخ اړوي سره له دې چې هغه څرګند دی

ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِٱلْكِتَـٰبِ وَبِمَآ أَرْسَلْنَا بِهِۦ رُسُلَنَا ۖ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ ﴿٧٠﴾

هغه کسان چې قرآن او هغه حق درواغ ګڼي چې موږ خپل رسولان په هغې لېږلي دي، ژر به دغه درواغ ګڼونکي دخپلو درواغ ګڼلو په پايله پوه شي او بده خاتمه به يې وويني

إِذِ ٱلْأَغْلَـٰلُ فِىٓ أَعْنَـٰقِهِمْ وَٱلسَّلَـٰسِلُ يُسْحَبُونَ ﴿٧١﴾

هغوی به پخپله پايله پوه شي کله چې يې په غاړو کې زندۍ او پښو کې ځنځيرونه وي او دعذاب پرېښتې به يې را کشکوي

فِى ٱلْحَمِيمِ ثُمَّ فِى ٱلنَّارِ يُسْجَرُونَ ﴿٧٢﴾

په داسې ګرمو اوبو کې به راښکل کيږي چې سختې به خوټيږي، بيا به په اور کې سوځول کيږي. ثم قيل لهم أين ما كنتمتشركون

ثُمَّ قِيلَ لَهُمْ أَيْنَ مَا كُنتُمْ تُشْرِكُونَ ﴿٧٣﴾

بیا به ورته وویل شي دسرټیټۍ او رټنې دپاره:چیرته دي هغه ددرواغو معبودان چې دهغوی دبنده ګۍ په وجه تاسو مشرکان شوي یاست؟!. مخ ۱۰ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

مِن دُونِ ٱللَّهِ ۖ قَالُوا۟ ضَلُّوا۟ عَنَّا بَل لَّمْ نَكُن نَّدْعُوا۟ مِن قَبْلُ شَيْـًۭٔا ۚ كَذَٰلِكَ يُضِلُّ ٱللَّهُ ٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿٧٤﴾

له الله پرته ستاسو هغه بوتان چې نه ګټه او نه زيان رسولای شي؟! کافران به ووايي: له موږ ورک شول، نو موږ يې نه وينو، بلکې موږ په دنيا کې دداسې شي عبادت نه دی کړی چې هغه یې لایق وو، ددغو دلارورکۍ غوندې الله په هرځای او هر وخت کې کافران له حقه لا رورکي کوي

ذَٰلِكُم بِمَا كُنتُمْ تَفْرَحُونَ فِى ٱلْأَرْضِ بِغَيْرِ ٱلْحَقِّ وَبِمَا كُنتُمْ تَمْرَحُونَ ﴿٧٥﴾

هغوی ته به وويل شي: دغه عذاب چې تاسو یې څکۍ ستاسو پر شرک دخوشالۍ او په خوشالۍ کې دپراخوالي له امله دی

ٱدْخُلُوٓا۟ أَبْوَٰبَ جَهَنَّمَ خَـٰلِدِينَ فِيهَا ۖ فَبِئْسَ مَثْوَى ٱلْمُتَكَبِّرِينَ ﴿٧٦﴾

ددوزخ دروازو ته ننوځئ تل به پکې اوسېږئ، له حق څخه دلوييق کوونکو ځای ډېر بد دی

فَٱصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقٌّۭ ۚ فَإِمَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ ٱلَّذِى نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِلَيْنَا يُرْجَعُونَ ﴿٧٧﴾

نو ای رسوله! دخپل قوم په آزار او درواغ ګڼلو دې صبر کوه، بېشکه ستاسره دالله لخوا دبریا ژمنه حق ده هيڅ شک پکې نشته، يا به ستا په ژوند کې ځينې هغه سزا دروښيو چې له هغوی سره يې ژمنه کوو لکه دبدر په ورځ چې حاصله شوه، او يا به دې له دې مخکې وفات کړو، نو دقيامت په ورځ يوازې موږ ته يې راګرځېدل دي، چې پر کړنو به يې بدله ورکړو، اور ته به يې ننباسو تل ترتله به پکې وي

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًۭا مِّن قَبْلِكَ مِنْهُم مَّن قَصَصْنَا عَلَيْكَ وَمِنْهُم مَّن لَّمْ نَقْصُصْ عَلَيْكَ ۗ وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَن يَأْتِىَ بِـَٔايَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۚ فَإِذَا جَآءَ أَمْرُ ٱللَّهِ قُضِىَ بِٱلْحَقِّ وَخَسِرَ هُنَالِكَ ٱلْمُبْطِلُونَ ﴿٧٨﴾

او پرته له شکه اې رسوله! له تا مخکې مو ډېر رسولان امتونو ته يې ولېږل؛ نو هغوی يې درواغجن وګڼل او آزار يې کړل، چې هغوی يې پر درواغ ګڼلو او آزار صبر وکړ، له دغو رسولانو مو دځينو کیسې درته بيان کړې او دځينو مو نه دي درته بيان کړې، او دهيڅ رسول لپاره صحيح نه ده چې قوم ته يې دخپل پالونکي له لوري کومه نښانه راوړي مګر دهغه پاک ذات په خوښه، نو دکافرانو پر خپلو رسولانو دنښانو طرحه وړاندې کول ظلم دی، کله چې په فتحه يا درسولانو او قومونو ترمنځ د پرېکړې امر راشي، دهغوی ترمنځ يې په عدالت پرېکړه کړې ده، کافران يې تباه کړي او رسولان يې ژغورلي دي، او په دغه حالت کې چې هلته دبنده ګانو ترمنځ پرېکړه کيږي دباطل والا ځانونه تاواني کړي دخپل کفر له امله دهغو دتباهۍ کندو ته په اچولو سره

ٱللَّهُ ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُمُ ٱلْأَنْعَـٰمَ لِتَرْكَبُوا۟ مِنْهَا وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ ﴿٧٩﴾

الله هغه ذات دی چې ستاسو لپاره يې اوښان، غواوې او پسونه پيداکړي، تر څو په ځينو يې سپاره شئ او دځينو يې غوښې وخورئ

وَلَكُمْ فِيهَا مَنَـٰفِعُ وَلِتَبْلُغُوا۟ عَلَيْهَا حَاجَةًۭ فِى صُدُورِكُمْ وَعَلَيْهَا وَعَلَى ٱلْفُلْكِ تُحْمَلُونَ ﴿٨٠﴾

ستاسو لپاره په دغو مخلوقاتو کې يوشمېر ګټې دي چې په هره زمانه کې نوې کيږي، او ستاسو لپاره دهغو په ترڅ کې هغه څه لا سته راځي چې تاسو يې په خپلو زړونو کې له اړتياوو هيله لرئ او تر ټولو څرګند يې په وچه او درياب کې لېږد رالېږد دی

وَيُرِيكُمْ ءَايَـٰتِهِۦ فَأَىَّ ءَايَـٰتِ ٱللَّهِ تُنكِرُونَ ﴿٨١﴾

او هغه پاک ذات تاسو ته پر خپل قدرت او يووالي دلالت کوونکې نښانې درښيي، نو کومې نښانې دي چې تاسو يې نه منئ وروسته تردې چې ستاسو په وړاندې ثابتې شوې چې هغه دالله نښانې دي. مخ ۱۱ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

أَفَلَمْ يَسِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَيَنظُرُوا۟ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَانُوٓا۟ أَكْثَرَ مِنْهُمْ وَأَشَدَّ قُوَّةًۭ وَءَاثَارًۭا فِى ٱلْأَرْضِ فَمَآ أَغْنَىٰ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ ﴿٨٢﴾

ى آيا دغه درواغ ګڼونکي په ځمکه کې نه دي ګرځېدلي چې فکر يې کړی وای، چې له هغوی مخکې ددرواغ ګڼونکو امتونو پايله څنګه وه چې پند يې ترې اخېستی وای؟! دغه امتونه له هغوی څخه دمالونو له پلوه زيات او ځواک له پلوه پياوړي او په ځمکه کې داغېزو له پلوه سخت وو، خو له هغوی يې ترلاسه کړي ځواک څه ونه ګرځول، کله چې هغوی ته دالله تباه کوونکی عذاب راغی

فَلَمَّا جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِٱلْبَيِّنَـٰتِ فَرِحُوا۟ بِمَا عِندَهُم مِّنَ ٱلْعِلْمِ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ ﴿٨٣﴾

نو کله چې هغوی ته يې رسولان له څرګندو دليلونو سره راغلل، هغوی درواغجن وګڼل، او له هغوی سره په شته پوهه په ټينګار خوښ وو، کومه پوهه چې له هغه څه سره په ټکر کې وه چې رسولان ورسره راغلي وو، او پر هغوی هغه عذاب را نازل شو چې ملنډې يې پرې وهلې چې رسولانو يې ترې وېرول

فَلَمَّا رَأَوْا۟ بَأْسَنَا قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَحْدَهُۥ وَكَفَرْنَا بِمَا كُنَّا بِهِۦ مُشْرِكِينَ ﴿٨٤﴾

کله يې چې زموږ عذاب وليدلو داقرار کوونکو په توګه يې هغه مهال وويل چې اقرار يې ګټه نه ور رسوله: يوازې پر الله مو ايمان راوړی او له هغه پرته پر شريکانو او بوتانو مو کفر کړی دی

فَلَمْ يَكُ يَنفَعُهُمْ إِيمَـٰنُهُمْ لَمَّا رَأَوْا۟ بَأْسَنَا ۖ سُنَّتَ ٱللَّهِ ٱلَّتِى قَدْ خَلَتْ فِى عِبَادِهِۦ ۖ وَخَسِرَ هُنَالِكَ ٱلْكَـٰفِرُونَ ﴿٨٥﴾

کله يې چې زموږ عذاب وليدلو چې پرې نازليږي نو ايمان راوړل يې هغوی لره ګټور نه و، دالله هغه کړنلاره چې دبندګانو په اړه تېره شوې ده هغه دا ده چې دهغوی ايمان راوړل هغه مهال ګټه نه رسوي چې عذاب وويني، کافرانو پر الله دکفر او دعذاب له ليدلو مخکې دتوبې نه اېستلو له امله ځانونه دتباهۍ کندو ته په ورننه اېستلو سره زيانمن کړل. مخ ۱۲ له ۱۲ moc.hgelp

زده کړه · غافر — Ghafir

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې