تَنزِيلُ ٱلْكِتَـٰبِ مِنَ ٱللَّهِ ٱلْعَزِيزِ ٱلْحَكِيمِ ﴿١﴾
راتلل دقران دالله دطرفه چې زورور دي داسې زورور چې هېڅوک پرې نشي برلاسه کېدلای دمخلوق په پیداکولو کې او دهغې په ژوره څارنه او پاملرنه کې او د قانون په جوړولو کې دحکمت والا دی، دبل چا لخوا ندی نازل شوی
إِنَّآ أَنزَلْنَآ إِلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبَ بِٱلْحَقِّ فَٱعْبُدِ ٱللَّهَ مُخْلِصًۭا لَّهُ ٱلدِّينَ ﴿٢﴾
بېشکه مونږ تا ته -اې رسوله- په حق باندې شامل قرآن نازل کړی، چې ټولې خبرې یې ریښتینې دي او ټول حکمونه یې دانصاف دي، نو دالله عبادت کوه یو ګڼونکی ده لره، اخلاص کوونکی ده لره په یووالي کې له شرک څخه
أَلَا لِلَّهِ ٱلدِّينُ ٱلْخَالِصُ ۚ وَٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِهِۦٓ أَوْلِيَآءَ مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَآ إِلَى ٱللَّهِ زُلْفَىٰٓ إِنَّ ٱللَّهَ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فِى مَا هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهْدِى مَنْ هُوَ كَـٰذِبٌۭ كَفَّارٌۭ ﴿٣﴾
خبر اوسئ چې الله لره له شرک څخه تش دین دی، او کومو خلکو چې له الله پرته بوتان او باطل معبودان په دوستۍ نیولي له الله پرته یې په دې بهانه بندګي کوي چې: مونږ ددوی عبادت نه کوو مګر دې لپاره چې الله ته مو مرتبه کې ورنږدې کړي، او زمونږ اړتیاوې ورته پورته کړې، او دهغه په وړاندې زمونږ سفارش وکړي، بېشکه الله دمومنو موحدینو او کافرو مشرکانو تر منځ دقیامت په ورځ فیصله کوي، دهغه توحید په اړه چې دوی پکې اختلاف کولو، بېشکه الله حق ته نه رسوي هغه څوک چې په الله درواغ وایې چې هغه ته شریک منسوبوي، دالله په نعمتونو ډېر نا شکره وي
لَّوْ أَرَادَ ٱللَّهُ أَن يَتَّخِذَ وَلَدًۭا لَّٱصْطَفَىٰ مِمَّا يَخْلُقُ مَا يَشَآءُ ۚ سُبْحَـٰنَهُۥ ۖ هُوَ ٱللَّهُ ٱلْوَٰحِدُ ٱلْقَهَّارُ ﴿٤﴾
که چېرې الله دزوی دنیولو اراده درلودی نو له خپل مخلوقه څخه به یې غوره کړی وای څه یې چې خوښه وای، نو دزوی په مرتبه به یې ګرځولی وای، هغه پاک او سپېڅلی دی له هغه څخه چې دا مشرکان یې وایي، هغه په خپل ذات، صفاتو او کړنو کې یو دی، په دې کې څوک شریک نه لري، په ټول مخلوق باندې برلاسی دی. ل
خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ بِٱلْحَقِّ ۖ يُكَوِّرُ ٱلَّيْلَ عَلَى ٱلنَّهَارِ وَيُكَوِّرُ ٱلنَّهَارَ عَلَى ٱلَّيْلِ ۖ وَسَخَّرَ ٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ ۖ كُلٌّۭ يَجْرِى لِأَجَلٍۢ مُّسَمًّى ۗ أَلَا هُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْغَفَّـٰرُ ﴿٥﴾
آسمانونه او ځمکه یې دپوره حکمت لپاره پېدا کړي دي، نه عبث (چټي) لکه چې ظالمان وایي، شپه په ورځ کې ننباسي، او ورځ په شپه کې ننباسي، نو کله چې یو له دې دواړو راشي نو بل پټ شي، او لمر یې تابع کړی، او سپوږمۍ یې تابع کړې، هر یو له دې دواړو څخه تر یو ټاکلي وخت پورې ګرځي چې هغه ددې ژوند ختمېدل دي، خبر اوسئ هغه ذات چې پاکې ده ورلره، داسې برلاسی دی چې له خپلو دښمنانو غچ اخلي، او هېڅوک پرې نشي برلاسه کېدلای، ډېر بخښونکی دی دهغو بندګانو دګناهونو چې توبه وباسي
خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍۢ وَٰحِدَةٍۢ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَأَنزَلَ لَكُم مِّنَ ٱلْأَنْعَـٰمِ ثَمَـٰنِيَةَ أَزْوَٰجٍۢ ۚ يَخْلُقُكُمْ فِى بُطُونِ أُمَّهَـٰتِكُمْ خَلْقًۭا مِّنۢ بَعْدِ خَلْقٍۢ فِى ظُلُمَـٰتٍۢ ثَلَـٰثٍۢ ۚ ذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ ٱلْمُلْكُ ۖ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ فَأَنَّىٰ تُصْرَفُونَ ﴿٦﴾
ای خلکو! ستاسو رب تاسو له یو نفس څخه چې آدم علیه السلام ؤپېدا کړي یاست، بیا یې له آدم څخه دهغه مېرمن حواء پېدا کړه، او تاسو لره یې له اوښ او غوا، ګډې او بېزې اته ډوله پېدا کړي، له هر ټولګي څخه یې نارینه او ښځینه پېدا کړي، دپاکۍ والا ذات مو دمیندو په خیټو کې پړاو په پړاو دګېډې او رحم او پردې په تیارو کې پېدا کوي، همدا ذات چې دا هر څه پېدا کوي هماغه الله ستاسو رب دی، یوازې هغه لره پاچایي ده، له هغه پرته بل معبود په حقه سره نشته، نو څرنګه د هغه له عبادت څخه دهغه چا عبادت ته اړول کېږئ چې هېڅ نشي پېدا کولی بلکې هغوی پېدا کېږي؟!. مخ ۱ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
إِن تَكْفُرُوا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَنِىٌّ عَنكُمْ ۖ وَلَا يَرْضَىٰ لِعِبَادِهِ ٱلْكُفْرَ ۖ وَإِن تَشْكُرُوا۟ يَرْضَهُ لَكُمْ ۗ وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌۭ وِزْرَ أُخْرَىٰ ۗ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّكُم مَّرْجِعُكُمْ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ۚ إِنَّهُۥ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ ﴿٧﴾
ای خلکو! که چېرې تاسو په خپل رب کفر وکړئ نو هغه ستاسو دایمان څخه بې پروا دی، او ستاسو کفر ورته زیان نه رسوي، بلکې ستاسو دکفر زیان تاسو ته راګرځي، خو خپلو بندګانو ته نه خوښوي چې کفر پرې وکړي، او نه ورته په کفر امر کوي؛ ځکه چې الله په بدکارۍ او ناکاره کار امر نه کوي، او که چېرې دالله په نعمتونو دهغه شکر وکړئ او ایمان پرې راوړئ نو شکر مو خوښوي، او ثواب به پرې درکړي، او یو نفس به دبل نفس ګناه نه باروي، بلکې هر نفس په خپلو کړنو ګرو دی، بیا مو یوازې خپل رب ته دقیامت په ورځ ورګرځېدل دي، نو په هغه کړنو به خبر درکړي چې په دنیا کې مو ترسره کول، او په خپلو عملونو به بدله درکړي، بېشکه هغه پاک ذات دخپلو بندګانو په زړونورپوه دی، ددې زړونو څخه هېڅ هم ترې پټ نه دي
۞ وَإِذَا مَسَّ ٱلْإِنسَـٰنَ ضُرٌّۭ دَعَا رَبَّهُۥ مُنِيبًا إِلَيْهِ ثُمَّ إِذَا خَوَّلَهُۥ نِعْمَةًۭ مِّنْهُ نَسِىَ مَا كَانَ يَدْعُوٓا۟ إِلَيْهِ مِن قَبْلُ وَجَعَلَ لِلَّهِ أَندَادًۭا لِّيُضِلَّ عَن سَبِيلِهِۦ ۚ قُلْ تَمَتَّعْ بِكُفْرِكَ قَلِيلًا ۖ إِنَّكَ مِنْ أَصْحَـٰبِ ٱلنَّارِ ﴿٨﴾
او کله چې کافر ته درنځ او مال له لا سه ورکولو او دډبېدو دوېرې زیان ورسي نو خپل رب رابلي چې هغه زیان ترې لرې کړي چې ورته رسېدلی، یوازې ده ته ورګرځېدونکی وي، بیا چې کله دهغه زیان په لرې کولو ورته خپل نعمت ورکړي نو هغه څوک پرېږدي چې مخکې یې ورته عاجزي کوله چې الله دی، او دالله سره شریکان ګرځوي چې له هغه پرته یې عبادت کوي څو نور الله ته له ورتلونکې لا رې څخه واړوي، ای رسوله! هغه چا ته ووایه چې دا حال یې وي: له خپل کفر څخه دې پاتې عمر هم ګټه واخله، او دا ډېره لږه زمانه ده، ځکه بېشکه ته داور والاوو څخه یې دقیامت په ورځ ورسره داسې تړل شوی یې لکه یو ملګری چې دبل ملګري سره تړل شوی وي
أَمَّنْ هُوَ قَـٰنِتٌ ءَانَآءَ ٱلَّيْلِ سَاجِدًۭا وَقَآئِمًۭا يَحْذَرُ ٱلْـَٔاخِرَةَ وَيَرْجُوا۟ رَحْمَةَ رَبِّهِۦ ۗ قُلْ هَلْ يَسْتَوِى ٱلَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَٱلَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ ۗ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُو۟لُوا۟ ٱلْأَلْبَـٰبِ ﴿٩﴾
او که هغه څوک چې دالله تعالی منونکی دی دشپې وختونه خپل رب ته سجده کوونکي او ودرېدونکي حالت کې تېروي، دآخرت له عذاب څخه ډارېږي، او خپل رب څخه هیله لري، غوره دی؟ او که هغه کافر چې په سختۍ کې دالله عبادت کوي او په اسانۍ کې پرې کفر کوي، او له الله سره نور شریکان ګرځوي؟! ای رسوله! ته ورته ووایه: آیا هغه کسان چې پوهېږي په هغه څه چې الله پرې واجب کړي دالله دپېژندنې له کبله، او هغه کسان چې دا هېڅ هم نه پېژني؟! بېشکه ددې دواړو ډلو تر منځ توپېر یوازې دسمو عقولونو خاوندان پېژني
قُلْ يَـٰعِبَادِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱتَّقُوا۟ رَبَّكُمْ ۚ لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا۟ فِى هَـٰذِهِ ٱلدُّنْيَا حَسَنَةٌۭ ۗ وَأَرْضُ ٱللَّهِ وَٰسِعَةٌ ۗ إِنَّمَا يُوَفَّى ٱلصَّـٰبِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَابٍۢ ﴿١٠﴾
ای رسوله! زما هغو بندګانو ته چې پر ما او زما په رسولانو یې ایمان راوړی ووایه: دخپل رب څخه دهغه داوامرو په تر سره کولو، او دهغه له نواهیو په ځان ساتلو ووېریږئ، دهغو کسانو لپاره چې په دنیا کې یې نېک عمل ترسره کړی، په دنیا کې نېکه (بدله) ده په بریا، صحت او مال سره، او په آخرت کې په جنت سره، او د الله ځمکه پراخه ده، نو تاسو ورته هجرت وکړئ څو داسې ځای ومومئ چې دالله عبادت پکې وکړئ، هېڅ منع کوونکی مو ترې منع نه کړي، بېشکه صبر کوونکو ته دقیامت په ورځ بې شمیره او بې اندازې ثواب ورکول کېږي دډیروالي او دډولونو له امله
قُلْ إِنِّىٓ أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ ٱللَّهَ مُخْلِصًۭا لَّهُ ٱلدِّينَ ﴿١١﴾
ای رسوله! ووایه: بېشکه ماته الله پدې امر کړی چې یوازې دهغه عبادت وکړم او په عبادت کې ورته پوره اخلاصمند واوسم
وَأُمِرْتُ لِأَنْ أَكُونَ أَوَّلَ ٱلْمُسْلِمِينَ ﴿١٢﴾
او راته یې امر کړی چې له دې امت څخه ورته لومړی تسلیم شم او غاړه ورته کېږدم. مخ ۲ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قُلْ إِنِّىٓ أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّى عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍۢ ﴿١٣﴾
ای رسوله! ورته ووایه: که چېرې دالله نافرماني وکړم او (امر) یې ونه منم نو بېشکه وېرېږم دلویې ورځې له عذاب څخه چې دقیامت ورځ ده
قُلِ ٱللَّهَ أَعْبُدُ مُخْلِصًۭا لَّهُۥ دِينِى ﴿١٤﴾
ای رسوله! بېشکه زه یوازې دالله عبادت کوم، اخلاصمند یم هغه لره په عبادت کې، دبل چا عبادت ورسره نه کوم
فَٱعْبُدُوا۟ مَا شِئْتُم مِّن دُونِهِۦ ۗ قُلْ إِنَّ ٱلْخَـٰسِرِينَ ٱلَّذِينَ خَسِرُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ وَأَهْلِيهِمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۗ أَلَا ذَٰلِكَ هُوَ ٱلْخُسْرَانُ ٱلْمُبِينُ ﴿١٥﴾
نو تاسو -ای مشرکانو- له هغه پرته دهغو بوتانو عبادت وکړئ چې خوښه مو وي (امر دننګونې لپاره دی)، ای رسوله! ته ووایه: بېشکه ریښتیني زیانمن هغه خلک دي چې ځانونه او کورنۍ یې په تاوان کې اچولي، نو ورسره به مخ نشي له کبله دجداوالي جنت ته په ننوتلو یا دوی سره دوزخ ته په ننوتلو، نو هېڅکله به دوی یو بل سره مخ نه شي، خبر اوسئ همدا ریښتینی او څرګند تاوان دی هغه تاوان چې هیڅ نوع ګډوډي پکې نشته
لَهُم مِّن فَوْقِهِمْ ظُلَلٌۭ مِّنَ ٱلنَّارِ وَمِن تَحْتِهِمْ ظُلَلٌۭ ۚ ذَٰلِكَ يُخَوِّفُ ٱللَّهُ بِهِۦ عِبَادَهُۥ ۚ يَـٰعِبَادِ فَٱتَّقُونِ ﴿١٦﴾
دوی لره له پورته خوا لوګی، لمبې او ګرمي ده، او له ښکته خوا هم لوګی، لمبې او ګرمي ده، دې یاد شوي عذاب باندې الله خپل بندګان ډاروي، ای زما بندګانو! له ما څخه زما داوامرو په ترسره کولو او دنواهیو څخه په ځان ساتلو باندې ووېرېږئ
وَٱلَّذِينَ ٱجْتَنَبُوا۟ ٱلطَّـٰغُوتَ أَن يَعْبُدُوهَا وَأَنَابُوٓا۟ إِلَى ٱللَّهِ لَهُمُ ٱلْبُشْرَىٰ ۚ فَبَشِّرْ عِبَادِ ﴿١٧﴾
او هغه کسان چې دبوتانو له عبادت څخه ځان ساتي او له هغه څه څخه چې له الله پرته یې عبادت کېږي، او الله ته په توبه کولو ورګرځېدلي، همدوی ته دمرګ پر مهال، او په قبر او دقیامت په ورځ دجنت زېری دی، نو -ای رسوله- زما بندګانو ته زېری ورکړه
ٱلَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ ٱلْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُۥٓ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ هَدَىٰهُمُ ٱللَّهُ ۖ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمْ أُو۟لُوا۟ ٱلْأَلْبَـٰبِ ﴿١٨﴾
هغه کسان چې خبرې ته غوږ نیسي او دښو او بدو ترمنځ توپیر کوي، نو دښایسته خبرې تابعداري کوي ځکه چې ګټه پکې وي، په همدې صفتونو نومول شوي خلک هغه دي چې الله ورته دهدایت وس ورکړی، او همدوی دروغو عقلونو څښتنان دي
أَفَمَنْ حَقَّ عَلَيْهِ كَلِمَةُ ٱلْعَذَابِ أَفَأَنتَ تُنقِذُ مَن فِى ٱلنَّارِ ﴿١٩﴾
په چا چې دعذاب کلمه له دې کبله واجب شوه چې په کفر او بې لا رېتوب کې روان وي، نو ته هېڅ چاره نلرې -ای رسوله- دهدایت او وس ورکولو ددوی، نو آیا ته -ای رسوله- دداسې صفت لرونکی (کس) داور څخه دژغورلو توان لرې؟!
لَـٰكِنِ ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوْا۟ رَبَّهُمْ لَهُمْ غُرَفٌۭ مِّن فَوْقِهَا غُرَفٌۭ مَّبْنِيَّةٌۭ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ ۖ وَعْدَ ٱللَّهِ ۖ لَا يُخْلِفُ ٱللَّهُ ٱلْمِيعَادَ ﴿٢٠﴾
خو کوم کسان چې دخپل رب څخه دهغه داوامرو په ترسره کولو او دنواهیو څخه ځان ژغورلو سره وېرېدلي وي، دوی لپاره لوړې ماڼۍ دي، ځينې یې پر ځینو پورته دي، لا ندې ترې ویالې بهېږي، الله ورسره په دې وعده کړې ده، او الله دوعدې مخالفت نه کوي. مخ ۳ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ أَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءًۭ فَسَلَكَهُۥ يَنَـٰبِيعَ فِى ٱلْأَرْضِ ثُمَّ يُخْرِجُ بِهِۦ زَرْعًۭا مُّخْتَلِفًا أَلْوَٰنُهُۥ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَىٰهُ مُصْفَرًّۭا ثُمَّ يَجْعَلُهُۥ حُطَـٰمًا ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَذِكْرَىٰ لِأُو۟لِى ٱلْأَلْبَـٰبِ ﴿٢١﴾
ى بېشکه تاسو په لېدلو سره پوهېږئ چې الله له آسمانه دباران اوبه نازل کړي، نو په چینو او ویالو کې یې ننویستي، بیا په دې اوبو سره ګڼ رنګونه دکښت را وباسي، بیا کښت وچېږي، نو ته به یې -اې لیدونکیه- زیړ رنګه وینې پس له دې چې زرغون ؤ، بیا یې له وچوالي وروسته مېده خځلي شي، بېشکه په دې یادو شوو کې دژونديو زړونو لپاره پند دی
أَفَمَن شَرَحَ ٱللَّهُ صَدْرَهُۥ لِلْإِسْلَـٰمِ فَهُوَ عَلَىٰ نُورٍۢ مِّن رَّبِّهِۦ ۚ فَوَيْلٌۭ لِّلْقَـٰسِيَةِ قُلُوبُهُم مِّن ذِكْرِ ٱللَّهِ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ فِى ضَلَـٰلٍۢ مُّبِينٍ ﴿٢٢﴾
م بين آیا نو دچا سینه چې الله تعالی داسلام لپاره پرانیستې وي، اولا رښوونه یې ورته شوې وي، او دخپل رب لخوا په دلیل هم وي، دهغه چا په شان دی چې زړه یې د الله له یاد څخه سخت وي؟! هېڅکله سره برابر نه دي، نو ژغورنه خو دلارموندونکو لپاره ده، او تاوان دهغو لپاره دی چې زړونه یې دالله له یاد څخه سخت شوي وي، همدوی دحق څخه (لیرې) په ښکاره بې لا رېتوب کې دي
ٱللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ ٱلْحَدِيثِ كِتَـٰبًۭا مُّتَشَـٰبِهًۭا مَّثَانِىَ تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُودُ ٱلَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ ثُمَّ تَلِينُ جُلُودُهُمْ وَقُلُوبُهُمْ إِلَىٰ ذِكْرِ ٱللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ هُدَى ٱللَّهِ يَهْدِى بِهِۦ مَن يَشَآءُ ۚ وَمَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِنْ هَادٍ ﴿٢٣﴾
ه الله تعالی په خپل رسول محمد صلی الله علیه وسلم باندې قرآن نازل کړی چې ډېرې ښایسته خبرې دي، متشابه یې نازل کړ چې یو بل ته ورته دی په ریښتنوالي، ښایست، موافقت او دمخالفت په نشتوالي کې، کیسې او احکام پکې تکرارېږي، وعدې (د نعمتونو) او وعېدونه (د عذابونو)، دحق دخاوندانو صفتونه، دباطل والاوو صفتونه، او داسې نور، دهغو خلکو پوستکي ترې لړزېږي چې دالله څخه وېرېږي کله چې هغه وعیدونه او ګوت څنډنه واورې چې پکې دي، بیا یې پوستکي او زړونه دالله یاد لره نرم شي کله چې هغه هېلې او زیري واوري چې پکې دي، دا یادې شوې خبرې دقرآن او دهغه داغیز په اړه دالله لا رښوونه ده چې چا ته وغواړي لا رښوونه کوي، او څوک چې الله رسوا کړي او دلارښوونې وس ورنکړي، نو بیا هېڅ لا رښوونکی نلري چې لا ر ور وښایي
أَفَمَن يَتَّقِى بِوَجْهِهِۦ سُوٓءَ ٱلْعَذَابِ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۚ وَقِيلَ لِلظَّـٰلِمِينَ ذُوقُوا۟ مَا كُنتُمْ تَكْسِبُونَ ﴿٢٤﴾
آیا برابر دی هغه کس چې الله ورته لا رښوونه کړې، او په دنیا کې یې وس ورکړی او په آخرت کې یې جنت ته ننویستی، او هغه کس چې کفر یې کړی او په خپل کفر مړ شوی، نو دوزخ ته تړل شوي لا سونه او پښې یې ورننویستی، نشي کولای چې له اور څخه ځان وساتي مګر پړمخ؟! او هغو ظالمانو ته چې په کفر او ګناهونو کولو یې پر ځانو ظلم کړی دزورنې په ډول وویل شي: دهغه کفر او ګناهونو سزا وڅکئ چې کول مو، همدا مو بدله ده
كَذَّبَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَأَتَىٰهُمُ ٱلْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ ﴿٢٥﴾
له دغو مشرکانو مخکې امتونو تکذیب کړی ؤ، نو ناببره ورته عذاب له هغه لوري راغی چې دوی پرې نه پوهېدل څو په توبې یې چمتووالی ونیسي
فَأَذَاقَهُمُ ٱللَّهُ ٱلْخِزْىَ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ۖ وَلَعَذَابُ ٱلْـَٔاخِرَةِ أَكْبَرُ ۚ لَوْ كَانُوا۟ يَعْلَمُونَ ﴿٢٦﴾
نو په همدې عذاب ورته الله ددنیا په ژوند کې رسوایي او شرم ور وڅکلو، او بېشکه دآخرت هغه عذاب چې دوی یې انتظار باسي ستر او سخت دی، که چېرې دوی پوهېدلی
وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِى هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانِ مِن كُلِّ مَثَلٍۢ لَّعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ ﴿٢٧﴾
او بېشکه مونږ خلکو ته په دې قرآن کې چې پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل کړی شوی ډول ډول دخیر او شر، حق او باطل، ایمان او کفر او داسې نور مثالونه بیان کړي؛ په دې هیله چې عبرت ترې واخلي، نو په حق عمل وکړي او باطل پرېږدي. مخ ۴ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر قرءانا عربيا غير ذى عوج لعلهم يتقون
قُرْءَانًا عَرَبِيًّا غَيْرَ ذِى عِوَجٍۢ لَّعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ ﴿٢٨﴾
په عربي ژبه مو قرآن (لوستل شوی) ګرځولی، کوږوالی او ګډوډي نلري، په دې هیله چې له الله ووېرېږي؛ داوامرو پر ځای کولو او دنواهیو څخه په ځان ساتلو
ضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلًۭا رَّجُلًۭا فِيهِ شُرَكَآءُ مُتَشَـٰكِسُونَ وَرَجُلًۭا سَلَمًۭا لِّرَجُلٍ هَلْ يَسْتَوِيَانِ مَثَلًا ۚ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٢٩﴾
لا يعلمون الله تعالی دمشرک او موحد لپاره مثال بیانوي دیو مریي سړي چې دڅو مخالفو شریکانو وي؛ که ځینې خوشاله کړي نور غصه کړي، نو هغه په حېرانتیا او ګډوډۍ کې وي، او بل سړی (مریی) دیو سړي وي، یوازې یې مالک وي، او دهغه مراد پېژني نو هغه په اطمینان او دزړه په آرامتیا کې وي، دا دواړه سړي سره برابر نه دي، ستاینه الله لره ده، بلکې زیاتره دهغوی نه پوهېږي، نو ځکه دالله سره نور شریکان نیسي. إ نك ميت وإن هم م يتون
إِنَّكَ مَيِّتٌۭ وَإِنَّهُم مَّيِّتُونَ ﴿٣٠﴾
بېشکه ته -ای رسوله- مړ کېدونکی یې، او بېشکه دوی هم له شک پرته مړه کېدونکي دي
ثُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ عِندَ رَبِّكُمْ تَخْتَصِمُونَ ﴿٣١﴾
بیا به تاسو -ای خلکو- دقیامت په ورځ دخپل رب په وړاندې په هغه څه کې ناندرۍ وهئ چې تاسو پکې اختلاف کولو، نو حقدار به له باطل والا څخه څرګند شي
۞ فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن كَذَبَ عَلَى ٱللَّهِ وَكَذَّبَ بِٱلصِّدْقِ إِذْ جَآءَهُۥٓ ۚ أَلَيْسَ فِى جَهَنَّمَ مَثْوًۭى لِّلْكَـٰفِرِينَ ﴿٣٢﴾
تر هغه زيات ظالم نشته چې الله ته دشريک، ښځې او بچي نسبت کوي چې له هغه سره نه ښايي، او نه تر هغه زيات ظالم شته چې دالله درسول صلی الله عليه وسلم راوړې وحي درواغ ګڼي، آيا هغه کسان چې پر الله او پر هغه څه کافران دي چې دهغه رسول راوړي دهغوی ځای او هستوګنه په اور کې نه ده؟! ولې نه، له شک پرته دهغوی ځای او هستوګنه به هملته وي
وَٱلَّذِى جَآءَ بِٱلصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهِۦٓ ۙ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُتَّقُونَ ﴿٣٣﴾
او له نبيانو او نورو خلکو چې په ويناوو او کړنو کې له رېښتيا سره راغلي، او دمومن په توګه يې رېښتيا ګڼلي، دهغو پر غوښتنه يې عمل کړی، همدوی په رېښتيا کره پرهیزګان دي،دا هغه خلک دي چې دخپل رب امر مني او له نهي یې ډډه کوي
لَهُم مَّا يَشَآءُونَ عِندَ رَبِّهِمْ ۚ ذَٰلِكَ جَزَآءُ ٱلْمُحْسِنِينَ ﴿٣٤﴾
دهغوی لپاره دخپل پالونکي په وړاندې يې تلپاتې هغه مزې دي چې هغوی يې غواړي، دغه دنېکانو دهغو کړنو بدله ده چې دخپل پيداکوونکي او دهغه دبندګانو پر وړاندې يې ترسره کړي دي
لِيُكَفِّرَ ٱللَّهُ عَنْهُمْ أَسْوَأَ ٱلَّذِى عَمِلُوا۟ وَيَجْزِيَهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ ٱلَّذِى كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿٣٥﴾
ترڅو الله دهغوی هغه ناوړه ګناهونه له منځه يوسي چې په دنيا کې يې کول، دهغوی دتوبې او خپل پالونکي ته دورګرځېدو له امله، او هغوی ته يې پوره بدله ورکړي د هغو نېکيو له امله چې کولې يې. مخ ۵ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
أَلَيْسَ ٱللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُۥ ۖ وَيُخَوِّفُونَكَ بِٱلَّذِينَ مِن دُونِهِۦ ۚ وَمَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِنْ هَادٍۢ ﴿٣٦﴾
آيا الله دخپل بنده محمد صلی الله عليه وسلم ددين او دنيا دچارې لپاره بسنه نه کوي او ایا الله به ددشمن څخه دهغه دفاع ونکړي؟! ولې نه، هغه بسنه کوي، ای رسوله! هغوی دناپوهۍ او کم عقلۍ له امله له الله پرته تا پر هغو بوتانو وېروي چې هغوی يې دالله څخه په غیر عبادت کوي، چې تاته به زيان ورسوي، او څوک چې الله يې خوار کړي او دلارښوونې توفيق ور نه کړي، نو هغه لره هيڅ لا رښود نشته چې لا رښوونه او مرسته يې وکړي
وَمَن يَهْدِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِن مُّضِلٍّ ۗ أَلَيْسَ ٱللَّهُ بِعَزِيزٍۢ ذِى ٱنتِقَامٍۢ ﴿٣٧﴾
او چاته چې الله دلارښوونې توفيق ورکړي، نو هيڅ داسې لا ر ورکوونکی نشته چې لا ر ترې ورکه کړي، آيا الله داسې برلاسی نه دی چې هيڅوک نشي پرې برلاسی کېدلای، له هغه چا غچ اخېستونکی چې پر هغه (الله) يې کفر کړی او سرغړونه يې ترې کړې؟! ولې نه، له شک پرته هغه برلاسی غچ اخېستونکی دی
وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ ٱللَّهُ ۚ قُلْ أَفَرَءَيْتُم مَّا تَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ إِنْ أَرَادَنِىَ ٱللَّهُ بِضُرٍّ هَلْ هُنَّ كَـٰشِفَـٰتُ ضُرِّهِۦٓ أَوْ أَرَادَنِى بِرَحْمَةٍ هَلْ هُنَّ مُمْسِكَـٰتُ رَحْمَتِهِۦ ۚ قُلْ حَسْبِىَ ٱللَّهُ ۖ عَلَيْهِ يَتَوَكَّلُ ٱلْمُتَوَكِّلُونَ ﴿٣٨﴾
ای رسوله! که له دغو مشرکانو وپوښتې: چې اسمانونه اوځمکه چا پيداکړي؟ هرومرو به ووايي: الله پيداکړي دي، دهغوی دمعبودانو دبې وسۍ ښکاره کولو په موخه ورته ووايه: له الله پرته دغه معبودان چې تاسو یی عبادت کوئ دهغوی په اړه خبر راکړئ، که چېرې الله ماته ضرر رسول وغواړي آيا هغوی له ما څخه ضرر لیرې کولای شي؟! او يا مې پالونکی وغواړي چې رحمت راباندې وکړي، آيا هغوی له ما څخه درحمت مخه نيولای شي؟! ورته ووايه: يوازې الله بسنه راته کوي، په ټولو چارو کې بروسه پرې کوم، او بروسه کوونکي يوازې پر هغه بروسه کوي
قُلْ يَـٰقَوْمِ ٱعْمَلُوا۟ عَلَىٰ مَكَانَتِكُمْ إِنِّى عَـٰمِلٌۭ ۖ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿٣٩﴾
ای رسوله ووايه: ای زما قومه! پر هغه حال عمل کوئ چې تاسو دالله دشرک لپاره خوښ کړی، له شک پرته زه دهغه څه عمل کوونکی يم چې پالونکي خپل يووالي او عبادت کې اخلاص ته دبلنې لپاره امر راته کړی، ژر به دهرې لا رې په پايله پوه شئ. من يأ تيه عذاب يخزيه ويحل عليه عذاب م قيم
مَن يَأْتِيهِ عَذَابٌۭ يُخْزِيهِ وَيَحِلُّ عَلَيْهِ عَذَابٌۭ مُّقِيمٌ ﴿٤٠﴾
ژر به پوه شئ چې پر چا په دنيا کې داسې سزا راځي چې رسوا او سپکوي يې او په آخرت کې تلپاتې داسې سزا پرې را پرېوزي چې نه قطع کيږي او نه به پای ته رسيږي
إِنَّآ أَنزَلْنَا عَلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبَ لِلنَّاسِ بِٱلْحَقِّ ۖ فَمَنِ ٱهْتَدَىٰ فَلِنَفْسِهِۦ ۖ وَمَن ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا ۖ وَمَآ أَنتَ عَلَيْهِم بِوَكِيلٍ ﴿٤١﴾
بوكيل ای رسوله! له شک پرته موږ پر تا دخلکو لپاره قرآن نازل کړ، تر څو يې ووېروې، نو څوک چې په سمه لا ر شو دلارښوونې ګټه يې دځان لپاره ده، دهغه لا رښوونه الله ته ګټه نه رسوي، ځکه هغه ترې بې پروا دی، او څوک چې لا رورکی شو، دلارورکۍ ضرر يې دځان پرخلاف دی، ته پر هغوی ګومارل شوی نه يې تر څو يې لا رښوونې ته اړکړې، پر تا يوازې دهغه څه رسونه ده چې درسولو امر يې درته شوی دی
ٱللَّهُ يَتَوَفَّى ٱلْأَنفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَٱلَّتِى لَمْ تَمُتْ فِى مَنَامِهَا ۖ فَيُمْسِكُ ٱلَّتِى قَضَىٰ عَلَيْهَا ٱلْمَوْتَ وَيُرْسِلُ ٱلْأُخْرَىٰٓ إِلَىٰٓ أَجَلٍۢ مُّسَمًّى ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّقَوْمٍۢ يَتَفَكَّرُونَ ﴿٤٢﴾
همغه الله دی چې دوختونو له پای ته رسېدلو سره ساګانې اخلي، او دخوب پرمهال هغه ساګانې اخلي چې وختونه يې پای ته نه وي رسېدلي، نو پر کومو چې د مرګ پرېکړه شوې وي هغه ايساروي، او پرکومو چې پرېکړه نه وي شوې هغه له خپلې پوهې سره سم تر ټاکلې مودې پورې راليږي، له شک پرته په دغه اخېستلو، مخ ۶ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر پرېښودلو، مړه کولو او ژوندي کولو کې دهغه قوم لپاره پر دې خبره دلايل دي چې فکر کوي پر دې خبره چې څوک دا کار کوي هغه قادر پر دې چې خلک دهغوی له مړينې وروسته دحساب او بدلې لپاره راپورته کړي
أَمِ ٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِ ٱللَّهِ شُفَعَآءَ ۚ قُلْ أَوَلَوْ كَانُوا۟ لَا يَمْلِكُونَ شَيْـًۭٔا وَلَا يَعْقِلُونَ ﴿٤٣﴾
مشرکانو له الله پرته خپل بوتان داسې سفارش کوونکي نيولي چې ځانو ته دګټې هيله ترې لري، ای رسوله ورته ووايه: ايا تاسو هغوی سفارشیان نيسئ که څه هم هغوی نه تاسو ته او نه ځانونو ته دهيڅ واک لري او نه عقل لري، هغوی داسې ګونګي جمادات دي چې نه خبرې کوي، نه اوري، نه لیدل کولای شي، نه ګټه رسوي او نه ضرر؟!
قُل لِّلَّهِ ٱلشَّفَـٰعَةُ جَمِيعًۭا ۖ لَّهُۥ مُلْكُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۖ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿٤٤﴾
ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووایه: يوازې الله لره ټوله سپارښتنه ده، دهغه له اجازې پرته هيڅوک سپارښتنه نه شي کولای، او يوازې هغه څوک به سپارښتنه کوي چې يې ورته خوښه وي، يوازې هغه لره داسمانونو او ځمکې پاچايي ده، بيا يوازې همغه ته دقيامت په ورځ دحساب او بدلې لپاره ورګرځول کېږئ، نو پرکړنو به مو بدله درکړي
وَإِذَا ذُكِرَ ٱللَّهُ وَحْدَهُ ٱشْمَأَزَّتْ قُلُوبُ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِٱلْـَٔاخِرَةِ ۖ وَإِذَا ذُكِرَ ٱلَّذِينَ مِن دُونِهِۦٓ إِذَا هُمْ يَسْتَبْشِرُونَ ﴿٤٥﴾
او کله چې يوازې الله ياد شي، دهغو مشرکانو زړونه کرکه کوي چې پر آخرت او پر هغه څه باور نه لري چې په آخرت کې کوم بېرته راپاڅېدل، حساب او بدله ده، او کله چې هغه بوتان ياد شي چې هغوی يې له الله پرته عبادت کوي، نو يودم هغوی خوښ او خوشحاله شي
قُلِ ٱللَّهُمَّ فَاطِرَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ عَـٰلِمَ ٱلْغَيْبِ وَٱلشَّهَـٰدَةِ أَنتَ تَحْكُمُ بَيْنَ عِبَادِكَ فِى مَا كَانُوا۟ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿٤٦﴾
ای رسوله! ووايه: يا الله له مخکينۍ بېلګې پرته داسمانونو او ځمکې پيداکوونکيه، په پټو او ښکاره وپوه (الله)! له تا څخه له دغه هيڅ هم نه دي پټ، يوازې ته د خپلو بندګانو تر منځ دقيامت په ورځ په هغه څه کې پرېکړه کوې چې هغوی يې په اړه په دنيا کې لا نجې کوي، نو حق به له باطله او نېکمرغه به له بدمرغه بېل کړې
وَلَوْ أَنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مَا فِى ٱلْأَرْضِ جَمِيعًۭا وَمِثْلَهُۥ مَعَهُۥ لَٱفْتَدَوْا۟ بِهِۦ مِن سُوٓءِ ٱلْعَذَابِ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۚ وَبَدَا لَهُم مِّنَ ٱللَّهِ مَا لَمْ يَكُونُوا۟ يَحْتَسِبُونَ ﴿٤٧﴾
او که هغه کسان چې پر ځانونو يې دشرک او ګناهونو له امله ظلم کړی، ټول هغه غوره شيان، مالونه او نور شيان او دهغه غوندې څو برابره نور ورسره دهغه سخت عذابه دځان ژغورلو لپاره فديه کړي چې له بېرته را پورته کېدو وروسته يې وويني، خو دا هغوی لره نه دي، او که فرض کړل شي چې هغوی لره به دا وي، ترې وبه نه منل شي، او هغوی لره به دالله له لوري ډول ډول عذابونه ښکاره شي چې هغوی يې توقع نه لرله. وبدا لهم سئات ما كسبوا وحاق بهم م اكانوا به يستهزءون
وَبَدَا لَهُمْ سَيِّـَٔاتُ مَا كَسَبُوا۟ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ ﴿٤٨﴾
او له شرک او ګناهونو يې چې څه کړي هغهربه ورته ښکاره شي، او هغه سزا به پرې چاپېره شي چې په دنيا کې ترې وېرول شوي وو او هغوی ملنډې پرې وهلې
فَإِذَا مَسَّ ٱلْإِنسَـٰنَ ضُرٌّۭ دَعَانَا ثُمَّ إِذَا خَوَّلْنَـٰهُ نِعْمَةًۭ مِّنَّا قَالَ إِنَّمَآ أُوتِيتُهُۥ عَلَىٰ عِلْمٍۭ ۚ بَلْ هِىَ فِتْنَةٌۭ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٤٩﴾
يعلمون کله چې کافر انسان ته ناروغي، بې وزلي یا ددې په شانته بل څه مصیبت ورسيږي، نو موږ رابولي ترڅو دغه رسېدلې ستونزه ترې لیرې کړو، بيا چې کله دروغتيا او مال پېرزوينه پرې وکړو، کافر وايي: دا الله زما دپوهې له امله راکړي دي چې زه يې وړ وم، خو سمه خبره دا ده چې دا ازميښت او استدراج دی، خو ډېری کافران په دغه نه پوهيږي، نو پر هغه څه غره کيږي چې الله پرې پېرزو کړي دي. مخ ۷ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قَدْ قَالَهَا ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَمَآ أَغْنَىٰ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ ﴿٥٠﴾
له شک پرته همدغه وينا مخکينيو کافرانو هم کړې وه، خو هغوی ته يې ترلاسه کړو مالونو او رتبې هيڅ ګټه ونه رسوله
فَأَصَابَهُمْ سَيِّـَٔاتُ مَا كَسَبُوا۟ ۚ وَٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مِنْ هَـٰٓؤُلَآءِ سَيُصِيبُهُمْ سَيِّـَٔاتُ مَا كَسَبُوا۟ وَمَا هُم بِمُعْجِزِينَ ﴿٥١﴾
هغوی ته يې دشرک او ګناهونو بدو کړنو سزا ورسېدله، او له دغو حاضرو مشرکانو چې چا پر ځانونو دشرک او ګناهونو له امله ظلم کړی، هغوی ته به يې دبدو کړنو سزا ورسيږي، او له الله څخه به هيڅکله پاتې نه شي او نه به پرې برلاسي شي
أَوَلَمْ يَعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ يَبْسُطُ ٱلرِّزْقَ لِمَن يَشَآءُ وَيَقْدِرُ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّقَوْمٍۢ يُؤْمِنُونَ ﴿٥٢﴾
آيا دغو مشرکانو وويل هغه څه چې ويې ويل، او پوه نه شول چې الله چاته وغواړي دازميښت په توګه يې روزي پراخوي: چې آيا صبرکوي او که دالله په تقدير په غوسه کيږي؟! له شک پرته په دغه ياد شوي دروزۍ په پراخوالي او تنګوالي کې دالله پر تدبير [ژوره پاملرنه]دلايل دي دهغه قوم لپاره چې ايمان لري، ځکه همدوی له دلايلو ګټه پورته کوي، خو کافران چې دي هغوی داسې پرې تېريږي چې ترې مخ اړوونکي وي
۞ قُلْ يَـٰعِبَادِىَ ٱلَّذِينَ أَسْرَفُوا۟ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا۟ مِن رَّحْمَةِ ٱللَّهِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ يَغْفِرُ ٱلذُّنُوبَ جَمِيعًا ۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلْغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ ﴿٥٣﴾
ای رسوله! زما هغو بندګانو ته ووایه چې دشرک او ګناهونو ترسره کولو له امله يې پر ځانونو ظلم کړی: دالله له رحمت او خپلو ګناهونو له بښنې مه ناهيلې کېږئ، له شک پرته الله دهغه چا ټول ګناهونه بښي چې توبه وباسي، او بیشکه همغه توبه اېستونکو ته دګناهونو څخه بښونکی او پر هغوی رحم کوونکی دی
وَأَنِيبُوٓا۟ إِلَىٰ رَبِّكُمْ وَأَسْلِمُوا۟ لَهُۥ مِن قَبْلِ أَن يَأْتِيَكُمُ ٱلْعَذَابُ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ ﴿٥٤﴾
او پالونکي ته مو په توبه اېستلو او نېکو کړنو وروګرځئ، او غاړه ورته کېږدئ، مخکې تردې چې دقيامت دورځې عذاب درباندې راشي، بيا به مو له خپلو بوتانو او کورنيو څوک ونه مومئ چې له عذابه په اېستلو مو مرسته وکړي
وَٱتَّبِعُوٓا۟ أَحْسَنَ مَآ أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَكُمُ ٱلْعَذَابُ بَغْتَةًۭ وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ ﴿٥٥﴾
او دهغه غوره قرآن پيروي کوئ چې پالونکي مو پر خپل استازي نازل کړی، دهغه پر امرونو عمل کوئ، له نهيو يې ډډه کوئ، مخکې تردې چې ناببره عذاب درباندې راشي او تاسو يې احساس هم نه کوئ، ترڅو په توبه اېستلو چمتووالی ورته ونيسئ
أَن تَقُولَ نَفْسٌۭ يَـٰحَسْرَتَىٰ عَلَىٰ مَا فَرَّطتُ فِى جَنۢبِ ٱللَّهِ وَإِن كُنتُ لَمِنَ ٱلسَّـٰخِرِينَ ﴿٥٦﴾
دغه کار وکړئ ددغې خبرې څخه په ډډه کولو سره چې بيا دقيامت په ورځ څوک دسختې پښېمانۍ له امله وايي:واه افسوس؛په هغه کوتاهي چې دالله په حق کې مې کړی چې دکفر او ګناهونو له امله ورباندې بارده، او په دې خبره چې پر ايمان لرونکو او پيروي کوونکو يې ملنډې وهلې
أَوْ تَقُولَ لَوْ أَنَّ ٱللَّهَ هَدَىٰنِى لَكُنتُ مِنَ ٱلْمُتَّقِينَ ﴿٥٧﴾
او يا په تقدير دليل وړاندې کړي چې ووايي: که الله ماته توفيق راکړی وای، زه به هم دهغه پرهیزکارانو څخه وای، چې امرونه به مې منلای او له نهيو به مې ډډه کولای. مخ ۸ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
أَوْ تَقُولَ حِينَ تَرَى ٱلْعَذَابَ لَوْ أَنَّ لِى كَرَّةًۭ فَأَكُونَ مِنَ ٱلْمُحْسِنِينَ ﴿٥٨﴾
او يا دعذاب ليدلو پر مهال دهيله کوونکي په توګه ووايي: که ما لره دنيا ته ګرځېدل وي، نو الله ته به توبه وباسم او په کړنو کې به له نېکانو شم
بَلَىٰ قَدْ جَآءَتْكَ ءَايَـٰتِى فَكَذَّبْتَ بِهَا وَٱسْتَكْبَرْتَ وَكُنتَ مِنَ ٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿٥٩﴾
حالت داسې نه دی لکه ته چې دلارښوونې هيله کوې، له شک پرته زما آيتونه درته راغلي وو، تا درواغ وګڼل او لويي دې وکړه او ته پر الله، دهغه پر نښانو او استازو له کفر کوونکو څخه وې
وَيَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ تَرَى ٱلَّذِينَ كَذَبُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ وُجُوهُهُم مُّسْوَدَّةٌ ۚ أَلَيْسَ فِى جَهَنَّمَ مَثْوًۭى لِّلْمُتَكَبِّرِينَ ﴿٦٠﴾
او دقيامت په ورځ به هغه خلک ووينې چې الله ته يې دشريک او بچي په نسبت کولو سره درواغ ويلي، مخونه به يې تور وي، دهغوی دبدبختۍ دنښې په توګه، آيا پر الله او دهغه پر رسولانو دايمان راوړلو څخه لويي کوونکو ځای دوزخ نه دی؟! ولې نه، له شک پرته په دوزخ کې هغوی لره ځای دی
وَيُنَجِّى ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوْا۟ بِمَفَازَتِهِمْ لَا يَمَسُّهُمُ ٱلسُّوٓءُ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿٦١﴾
او الله به هغه خلک دبريا ځای ته چې جنت دی په ننه اېستلو اور ته له داخلولو وساتي چې له پالونکي يې دامرونو په پرځای کولو او له نهيو يې په ډډه کولو سره وېريږي، عذاب به ورته ونه رسیږي او نه به ددنيا دبرنامو په پاتې کېدلو خپه کيږي
ٱللَّهُ خَـٰلِقُ كُلِّ شَىْءٍۢ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ وَكِيلٌۭ ﴿٦٢﴾
الله دهر څه پيداکوونکی دی، له هغه پرته بل پيداکوونکی نشته، او هغه دهرڅه ساتونکی دی، دخپل کار تدبيرکوي او څنګه یې چې وغواړي تصرف په کې کوي
لَّهُۥ مَقَالِيدُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۗ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْخَـٰسِرُونَ ﴿٦٣﴾
يوازې هغه لره په اسمانونو او ځمکه کې دښېګڼو دخزانو چابيانې دي، چاته چې وغواړي ورکوي يې او چاته چې وغواړي ترې راګرځوي يې، او کومو خلکو چې د الله پر آيتونو کفر کړی همدوی تاوانيان دي، ځکه ددنيا په ژوند کې له ايمانه بې برخې دي او په آخرت کې به دتل لپاره اور ته ننوزي
قُلْ أَفَغَيْرَ ٱللَّهِ تَأْمُرُوٓنِّىٓ أَعْبُدُ أَيُّهَا ٱلْجَـٰهِلُونَ ﴿٦٤﴾
اې رسوله! دغه مشرکان چې دبوتانو عبادت ته دې راګرځوي ورته ووايه: اې له خپل پالونکي ناپوهانو تاسو ماته امر کوئ چې له الله پرته دبل چا عبادت وکړم؟! حال دا چې دعبادت مستحق نه دی مګر یو الله، هيڅکله به له هغه پرته دبل چا عبادت ونه کړم
وَلَقَدْ أُوحِىَ إِلَيْكَ وَإِلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ ٱلْخَـٰسِرِينَ ﴿٦٥﴾
او ای رسوله! الله تاته او له تا مخکې نورو رسولانوته وحي کړې: که دې له الله سره دبل چا عبادت هم وکړ، دنېک عمل بدله به دې له منځه يوسي او په دنیا کې د ديني تاوان له امله او په آخرت کې دسزا ليدلو له امله به له زيانمنو څخه شې
بَلِ ٱللَّهَ فَٱعْبُدْ وَكُن مِّنَ ٱلشَّـٰكِرِينَ ﴿٦٦﴾
بلکې يوازې دالله عبادت کوه او له هغه سره هيڅوک مه شريکوه، او هغه لره پر هغو پېرزوينو يې له شکر اېستونکو اوسه چې درباندې کړې يې دي. مخ ۹ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَمَا قَدَرُوا۟ ٱللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِۦ وَٱلْأَرْضُ جَمِيعًۭا قَبْضَتُهُۥ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ وَٱلسَّمَـٰوَٰتُ مَطْوِيَّـٰتٌۢ بِيَمِينِهِۦ ۚ سُبْحَـٰنَهُۥ وَتَعَـٰلَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿٦٧﴾
عما يشركون او مشرکانو دالله په حقه درناوی ونه کړ، کله يې چې له بې وسو کمزورو مخلوقاتو نور ورسره شريک کړل، او دالله دقدرت له هغو ښکاره نښانو بې خبره شول، چې ځمکه له دومره غرونو، ونو، ويالو او دريابونو سربېره دقيامت په ورځ به دهغه په موټي کې وي، او اوه اسمانونه به يې په ښي لا س کې رانغښتي وي، او هغه له هغه څه پاک او لوړ دی چې مشرکان يې وايي او عقیده يې لري
وَنُفِخَ فِى ٱلصُّورِ فَصَعِقَ مَن فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَن فِى ٱلْأَرْضِ إِلَّا مَن شَآءَ ٱللَّهُ ۖ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَىٰ فَإِذَا هُمْ قِيَامٌۭ يَنظُرُونَ ﴿٦٨﴾
قيام ينظرون کله چې دشپېلۍ پوکولو مسؤوله پرېښته په ښکر کې پوکی وکړي، ټول هغه څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمکه کې دي مړه به شي، مګر چاته چې الله نه مړه کېدل غوښتي وي، بيا به پرېښته دویم ځل دبېرته را پورته کېدو په موخه پوکی وکړي، نو ټول به ژوندي ولاړ وي، ګوري به چې الله پر هغوی څه کوونکی دی
وَأَشْرَقَتِ ٱلْأَرْضُ بِنُورِ رَبِّهَا وَوُضِعَ ٱلْكِتَـٰبُ وَجِا۟ىٓءَ بِٱلنَّبِيِّـۧنَ وَٱلشُّهَدَآءِ وَقُضِىَ بَيْنَهُم بِٱلْحَقِّ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿٦٩﴾
دبندګانو دبېلوالي په موخه به دالله دتجلي (نور) له امله ځمکه رڼا شي، دخلکو دکړنو پاڼې به وغوړول شي، نبيان به راوستل شي، دمحمد صلی الله عليه وسلم امت به راوستل شي تر څو دنبيانو لپاره دهغوی پر قومونو شاهدي ورکړي، الله به دهغوی ټولو ترمنځ په عدالت پرېکړه وکړي، په دغه ورځ به پرهغوی ظلم نه کيږي، د انسان په بدۍ کې به زيادت نه راځي او نه به يې نيکي کميږي. ووفيت كل نفس ما عملت وهوأعلم بما يفعلون
وَوُفِّيَتْ كُلُّ نَفْسٍۢ مَّا عَمِلَتْ وَهُوَ أَعْلَمُ بِمَا يَفْعَلُونَ ﴿٧٠﴾
او الله به هر چاته بشپړه بدله ورکړي، هغه که عمل يې ښه وي او که بد، او الله پر هغه څه ښه پوه دی چې هغوی يې کوي، دهغوی له ښو او بدو کړنو هيڅ هم ترې پټ نه دي، او په دغه ورځ به هغوی ته يې دکړنو بدله ورکړي
وَسِيقَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِلَىٰ جَهَنَّمَ زُمَرًا ۖ حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءُوهَا فُتِحَتْ أَبْوَٰبُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَآ أَلَمْ يَأْتِكُمْ رُسُلٌۭ مِّنكُمْ يَتْلُونَ عَلَيْكُمْ ءَايَـٰتِ رَبِّكُمْ وَيُنذِرُونَكُمْ لِقَآءَ يَوْمِكُمْ هَـٰذَا ۚ قَالُوا۟ بَلَىٰ وَلَـٰكِنْ حَقَّتْ كَلِمَةُ ٱلْعَذَابِ عَلَى ٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿٧١﴾
ى او پرېښتې به پر الله کفرکوونکي خلک ډلې ډلې خوار، جهنم خواته روان کړي، تر دې چې دوزخ ته ورسيږي، پر دوزخ ګومارل شوې پرېښتې به دهغوی لپاره ددوزخ دروازې پرانيزي، هرکلی به يې کوي دتوبيخ په ډول به ورته وايي: آيا ستاسو له جنسه رسولان نه وو درغلي چې پر هغوی دپالونکي نازل شوي آيتونه يې درباندې لوستلي وای او تاسو يې دقيامت دورځې له مخامخ کېدو وېرولي وای، چې په هغو کې څومره سخت عذاب دی؟! هغه کسان چې کفر يې کړی پرځانونو داقرار کوونکو په ډول به ووايي: ولې نه، دا هرڅه شوي، خو پرکافرانو دعذاب کلمه واجبه شوې او موږ کافران وو
قِيلَ ٱدْخُلُوٓا۟ أَبْوَٰبَ جَهَنَّمَ خَـٰلِدِينَ فِيهَا ۖ فَبِئْسَ مَثْوَى ٱلْمُتَكَبِّرِينَ ﴿٧٢﴾
هغوی ته به دسپکاوي، دالله له لورېينې او اوره دوتلو دناهيله کولو په توګه وويل شي: ددوزخ له دروازو ننوځئ، تل به پکې ياست، دحق پر وړاندې دلويي کوونکو کبرجنو ځای بد او ناوړه دی
وَسِيقَ ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوْا۟ رَبَّهُمْ إِلَى ٱلْجَنَّةِ زُمَرًا ۖ حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءُوهَا وَفُتِحَتْ أَبْوَٰبُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَا سَلَـٰمٌ عَلَيْكُمْ طِبْتُمْ فَٱدْخُلُوهَا خَـٰلِدِينَ ﴿٧٣﴾
او پرېښتې به په نرمۍ هغه مؤمنان چې له پالونکي يې دهغه دامرونو په منلو او له نهيو يې په ډډه کولو وېريږي جنت خوا ته ډلې ډلې په درناوي روان کړي، تردې چې جنت ته راشي، دروازې به يې ورته پرانېستل شي، او پر هغو ګومارل شوې پرېښتې به ورته ووايي: پرتاسو دې له هر ضرره او له هغه څه سلامتيا وي چې نه يې مخ ۱۰ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر خوښوئ، زړونه او کړنې مو خوشحاله اوسئ، جنت ته ننوزئ تل پکې اوسېږئ
وَقَالُوا۟ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ٱلَّذِى صَدَقَنَا وَعْدَهُۥ وَأَوْرَثَنَا ٱلْأَرْضَ نَتَبَوَّأُ مِنَ ٱلْجَنَّةِ حَيْثُ نَشَآءُ ۖ فَنِعْمَ أَجْرُ ٱلْعَـٰمِلِينَ ﴿٧٤﴾
او مؤمنان چې کله جنت ته ننوزي وبه وايي: هغه الله لره ستاينه ده چې له موږ سره يې خپله هغه ژمنه رېښتينې کړه چې درسولانو په خولو يې را سره کړې وه، او له موږ سره يې دا ژمنه کړې وه چې جنت ته به مو ننباسي او دجنت دځمکې وارثان به مو ګرځوي، هلته به هغه ځای ته ځو چېرې چې تلل وغواړو، نو دهغو نېکوکړنو ترسره کوونکو لپاره څومره ښه بدله ده چې دخپل پالونکي لپاره يې کوي
وَتَرَى ٱلْمَلَـٰٓئِكَةَ حَآفِّينَ مِنْ حَوْلِ ٱلْعَرْشِ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ ۖ وَقُضِىَ بَيْنَهُم بِٱلْحَقِّ وَقِيلَ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٧٥﴾
دغه دشهادت په ورځ به پرېښتې پر عرش چاپېرېدونکي وي، او له هغه څه به دالله پاکي بيانوي چې وړ يې نه دی او کافران يې وايي، او الله به دټولو خلکو ترمنځ په عدالت پرېکړه وکړي، نو دچا چې درناوی کوي درناوی به يې وکړي او چاته چې عذاب ورکوي عذاب به ورکړي او وبه ويل شي: دمخلوقاتو پالونکي الله لره ستاينه ده پر هغه پرېکړه چې دمؤمنو بندګانو لپاره يې دلورېينې پرېکړه وکړه او کافرو بندګانو لپاره دعذاب پرېکړه. مخ ۱۱ له ۱۱ moc.hgelp