صٓ ۚ وَٱلْقُرْءَانِ ذِى ٱلذِّكْرِ ﴿١﴾
(ص) ددې په څېر بېل بېل حروفو په اړه مخکې دسورت بقرې په پېل کې خبره شوې، قسم دې په قرآن چې خلکو ته په هغه نصیحت کولو شامل دی چې ددوی په دنیا او آخرت کې ورته ګټه رسوي، داسې نده لکه مشرکان چې الله سره دشریکانو دشتون ګومان کوي
بَلِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فِى عِزَّةٍۢ وَشِقَاقٍۢ ﴿٢﴾
لیکن کافران دالله دیووالي په اړه په لویۍ او جاهلانه غیرت کې دي او دمحمد صلی الله علیه وسلم سره په مخالفت او دښمنۍ کې دي. كم أهلكنا من قبلهم من قرن فنادوا ولا ت حين مناص
كَمْ أَهْلَكْنَا مِن قَبْلِهِم مِّن قَرْنٍۢ فَنَادَوا۟ وَّلَاتَ حِينَ مَنَاصٍۢ ﴿٣﴾
څومره هغه ولسونه مو له دوی مخکې تباه کړل چې خپل رسولان یې دروغجن ګڼل، نو دعذاب پر مهال یې دژغورلو لپاره چېغې وهلې، خو هغه وخت دوی لپاره د عذاب څخه دخلاصون وخت نه ؤچې ژغورنې غوښتلو ورته ګټه رسولی وای
وَعَجِبُوٓا۟ أَن جَآءَهُم مُّنذِرٌۭ مِّنْهُمْ ۖ وَقَالَ ٱلْكَـٰفِرُونَ هَـٰذَا سَـٰحِرٌۭ كَذَّابٌ ﴿٤﴾
او په دې حیران شو چې کله ورته له خپلو څخه رسول راغی چې دالله له عذاب څخه یې وېرول که چېرې په خپل کفر پاتې شي، او کله چې کافرانو دهغه څه د ریښتنولۍ دلائل ولېدل چې محمد صلی الله علیه وسلم راوړي نو ویې ویل: دا سړی کوډګر دی په خلکو کوډې کوي، په خپله دې دعوا کې دروغجن دی چې دالله لخوا رسول دی او وحی ورته کېږي
أَجَعَلَ ٱلْـَٔالِهَةَ إِلَـٰهًۭا وَٰحِدًا ۖ إِنَّ هَـٰذَا لَشَىْءٌ عُجَابٌۭ ﴿٥﴾
آیا دې سړي له ګڼو معبودانو څخه یوازې یو معبود جوړ کړی چې له هغه پرته بل حق معبود نشته؟! بېشکه دا کار خو یې دحیرانتیا حد دی
وَٱنطَلَقَ ٱلْمَلَأُ مِنْهُمْ أَنِ ٱمْشُوا۟ وَٱصْبِرُوا۟ عَلَىٰٓ ءَالِهَتِكُمْ ۖ إِنَّ هَـٰذَا لَشَىْءٌۭ يُرَادُ ﴿٦﴾
او سرداران او مشران یې ولاړل په داسې حال کې چې خپلو تابعدارانو ته ویونکي وو: په هغه څه (لاره) ځئ چې مخکې پرې وئ او دمحمد په دین کې مه ننوځئ او دخپلو خدایانو پر عبادت ټینګ شئ، بېشکه هغه څه چې محمد ورته تاسو رابلي چې یوازې دیو خدای عبادت دی دا یو غرضي کار دی چې غواړي پر مونږ ځان لوړ کړي او مونږ دهغوی پېروان شو
مَا سَمِعْنَا بِهَـٰذَا فِى ٱلْمِلَّةِ ٱلْـَٔاخِرَةِ إِنْ هَـٰذَآ إِلَّا ٱخْتِلَـٰقٌ ﴿٧﴾
دا دالله یووالی کوم ته مو چې محمد رابلي مونږ ندي اورېدلي او نه مو پلرونه پرې موندلي او نه مو دعیسی علیه السلام په ملت کې موندلی، نو نه دي هغه څه چې له ده مو اورېدلي پرته له دروغو تړلو بل څه
أَءُنزِلَ عَلَيْهِ ٱلذِّكْرُ مِنۢ بَيْنِنَا ۚ بَلْ هُمْ فِى شَكٍّۢ مِّن ذِكْرِى ۖ بَل لَّمَّا يَذُوقُوا۟ عَذَابِ ﴿٨﴾
آیا سمه ده چې زمونږ تر منځ (یوازې) پر ده قرآن نازلېږي او دې پرې ځانګړی شي او پر مونږ نه نازلېږي په داسې حال کې چې مونږ سرداران او مشران یو، بلکې دا مشرکان په شک کې دي له هغه وحي چې مونږ یې پر تا نازلوو او دوی لا دالله عذاب تر اوسه نه دی څکلی، نو دوی په مهلت ورکولو دوکه شوي او که چېرې یې وڅکه نو په کفر او الله سره شریک او هغه څه کې چې تاته یې وحي شوې شک کولو باندې به یې دومره جرات (بې ځایه زړورتیا) نه وه کړې. مخ ۱ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
أَمْ عِندَهُمْ خَزَآئِنُ رَحْمَةِ رَبِّكَ ٱلْعَزِيزِ ٱلْوَهَّابِ ﴿٩﴾
آیا دې دروغجنونکو مشرکانو سره ستا دهغه برلاسي رب چې هېڅوک پرې نشي برلاسی کېدلای دفضل خزانې دي؟ هغه ورکوي څه چې وغواړي چاته چې وغواړي، او دهغه دفضل دخزانو څخه نبوت (پېغمبري) ده، نو چاته چې خوښه وي ورکوي یې او دا (پېغمبري) ددوی په واک کې نده څو یې ورکړي هغه چاته چې ددوی خوښه وي او له چا چې وغواړي منعه یې کړي
أَمْ لَهُم مُّلْكُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا ۖ فَلْيَرْتَقُوا۟ فِى ٱلْأَسْبَـٰبِ ﴿١٠﴾
یا که له دوی سره دآسمانو او دځمکې او دهغو شیانو چې ترمنځ یې دي پاچایي ده؟ نو بیا خو یې حق دی چې چاته یې ورکړي او له چا یې منعه کړي؟ که چېرې یې دا دعوه وي نو آسمان ته دې دختلو اسباب واخلي څو دورکړې او منع کولو پرېکړې وکولای شي او هېڅکله به یې ونکړی شي
جُندٌۭ مَّا هُنَالِكَ مَهْزُومٌۭ مِّنَ ٱلْأَحْزَابِ ﴿١١﴾
دا دمحمد صلی الله علیه وسلم دروغجنونکي یو په شا تمبیدلی لښکر دی دمخکینیو هغو لښکرو په څېر چې خپل رسولان ته یې نسبت ددرواغو کړي وو
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍۢ وَعَادٌۭ وَفِرْعَوْنُ ذُو ٱلْأَوْتَادِ ﴿١٢﴾
دا دروغجنونکي لومړي دروغجنونکي نه دي، بېشکه له دوی وړاندې دنوح علیه السلام قوم دروغجن کړي وو، عادیانو دروغجن کړي وو، او هغه فرعون هم دروغجن کړي وو چې دخلکو دتعذیبولو لپاره ورسره میخونه وو
وَثَمُودُ وَقَوْمُ لُوطٍۢ وَأَصْحَـٰبُ لْـَٔيْكَةِ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلْأَحْزَابُ ﴿١٣﴾
او ثمودیانو دروغجنول وکړل، دلوط قوم دروغجنول وکړل او دشعیب قوم دروغجنول وکړل، همدا لویې ډلې وې چې دخپلو رسولانو په دروغجنولو سره راټولې شوې وې او په هغه څه یې کفر کړی چې (رسولانو) یې راوړي وو
إِن كُلٌّ إِلَّا كَذَّبَ ٱلرُّسُلَ فَحَقَّ عِقَابِ ﴿١٤﴾
له دې ډلو څخه یوه هم نه وه مګر درسولانو تکذیب یې وکړ، نو دالله عذاب پرې ثابت شو او دهغه سزا پرې نازله شوه اګر که تر یوه وخته پورې روسته شوې وه
وَمَا يَنظُرُ هَـٰٓؤُلَآءِ إِلَّا صَيْحَةًۭ وَٰحِدَةًۭ مَّا لَهَا مِن فَوَاقٍۢ ﴿١٥﴾
او دا په محمد صلی الله علیه وسلم دروغجنونکي انتظار نه باسي پرته له دې چې په شپېلۍ کې دویم پوکی وشي چې بېرته ګرځېدل ترې نشته، نو عذاب پرې راوغورځي که دتکذیب په همدې حال کې مړه شي
وَقَالُوا۟ رَبَّنَا عَجِّل لَّنَا قِطَّنَا قَبْلَ يَوْمِ ٱلْحِسَابِ ﴿١٦﴾
او دملنډې وهونکو په توګه وایي: ای زمونږ ربه! زمونږ دعذاب برخه راته ددنیا په ژوند کې دقیامت دورځې څخه مخکې په بیړه سره راکړه
ٱصْبِرْ عَلَىٰ مَا يَقُولُونَ وَٱذْكُرْ عَبْدَنَا دَاوُۥدَ ذَا ٱلْأَيْدِ ۖ إِنَّهُۥٓ أَوَّابٌ ﴿١٧﴾
ای رسوله! په هغه څه صبر چې دا دروغجنونکي یې وایې کوه، څه چې تا نه خوشحالوي، او زمونږ بنده داود رایاد کړه کوم چې دښمنانو سره په توره وهلو کې د ځواک څښتن ؤاو دالله په طاعت کې دحوصلې، بېشکه هغه الله ته په توبه کولو سره زیات ګرځېدونکی واو په هغه څه عمل کونکی وچې (رب) خوشحالوي. مخ ۲ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
إِنَّا سَخَّرْنَا ٱلْجِبَالَ مَعَهُۥ يُسَبِّحْنَ بِٱلْعَشِىِّ وَٱلْإِشْرَاقِ ﴿١٨﴾
بېشکه مونږ دداود سره غرونه تابع کړي وو، چې دهغه تسبیح سره به یې تسبیح ویله کله به چې ده دورځې په پای کې او (د ورځې په) پېل دلمر ختلو مهال کې تسبیح ویله. ل
وَٱلطَّيْرَ مَحْشُورَةًۭ ۖ كُلٌّۭ لَّهُۥٓ أَوَّابٌۭ ﴿١٩﴾
او په هوا کې بند شوي مرغان مو (هم) تابع کړل، ټول منونکي وو چې له هغه پسې به یې تسبیح ویله
وَشَدَدْنَا مُلْكَهُۥ وَءَاتَيْنَـٰهُ ٱلْحِكْمَةَ وَفَصْلَ ٱلْخِطَابِ ﴿٢٠﴾
او مونږ یې پاچایي کلکه کړې وه چې هیبت او ځواک او په خپلو دښمنانو مو مرسته ورکړې وه او پېغمبري او په خپلو چارو کې مو سمون ورکړی واو په هره موخه کې مو ورته روغوونکی بیان ورکړی ؤ، او په خبرو او حکم کې مو دپرېکړې ځواک ورکړی ؤ
۞ وَهَلْ أَتَىٰكَ نَبَؤُا۟ ٱلْخَصْمِ إِذْ تَسَوَّرُوا۟ ٱلْمِحْرَابَ ﴿٢١﴾
او ای رسوله! آیا تا ته دجګړه مارو خبر راغلی؟ کله چې دداود علیه السلام په عبادتځای ورپورته شول
إِذْ دَخَلُوا۟ عَلَىٰ دَاوُۥدَ فَفَزِعَ مِنْهُمْ ۖ قَالُوا۟ لَا تَخَفْ ۖ خَصْمَانِ بَغَىٰ بَعْضُنَا عَلَىٰ بَعْضٍۢ فَٱحْكُم بَيْنَنَا بِٱلْحَقِّ وَلَا تُشْطِطْ وَٱهْدِنَآ إِلَىٰ سَوَآءِ ٱلصِّرَٰطِ ﴿٢٢﴾
کله چې دواړه ناببره په داود ورننوتل، نو په دې نا اشنا توګه دناببره ننوتلو څخه وډار شو، کله چې دوی ته دهغه ویره ښکاره شوه دواړو وویل: مه ډارېږه؛ مونږ دوه جګړه ماران یو چې یو پر بل مو ظلم کړی، زمونږ تر منځ په انصاف پرېکړه وکړه او دپرېکړې پر مهال پر مونږ ظلم مه کوه او برابرې لا رې ته مولا رښونه وکړه چې سمه لا ر وي
إِنَّ هَـٰذَآ أَخِى لَهُۥ تِسْعٌۭ وَتِسْعُونَ نَعْجَةًۭ وَلِىَ نَعْجَةٌۭ وَٰحِدَةٌۭ فَقَالَ أَكْفِلْنِيهَا وَعَزَّنِى فِى ٱلْخِطَابِ ﴿٢٣﴾
یو له دوو جګړه مارو څخه داود ته وویل: بېشکه دا سړی زما ورور دی، نهه نوي مېږي لري، او زما یوه مېږه ده، نو ما څخه یې وغوښتل چې ده ته یې ورکړم، او په دلیل کې پر ما برلاسی شو
قَالَ لَقَدْ ظَلَمَكَ بِسُؤَالِ نَعْجَتِكَ إِلَىٰ نِعَاجِهِۦ ۖ وَإِنَّ كَثِيرًۭا مِّنَ ٱلْخُلَطَآءِ لَيَبْغِى بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ إِلَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ وَقَلِيلٌۭ مَّا هُمْ ۗ وَظَنَّ دَاوُۥدُ أَنَّمَا فَتَنَّـٰهُ فَٱسْتَغْفَرَ رَبَّهُۥ وَخَرَّ رَاكِعًۭا وَأَنَابَ ۩ ﴿٢٤﴾
نو داود علیه السلام یې ترمنځ پرېکړه وکړه، او دعوا لرونکي ته یې وویل: ریښتیا چې ستا ورور درباندې ظلم کړی کله چې یې درڅخه ستا مېږه دخپلو مېږو سره د یوځای کولو غوښتنه وکړه او زیاتره شریکان یو پر بل زیاتی کوي دحق په اخیستلو او بې انصافۍ کې، پرته له هغو مؤمنانو څخه چې نیک اعمال کوي نو بېشکه هغوی دخپلو شریکانو سره انصاف کوي او زیاتی پرې نه کوي، لیکن دا خلک لږ دي، او داود علیه السلام باور وکړ چې په دې جګړه کې مونږ ده لره په ازمیښت کې واچوه، نو دخپل رب څخه یې بخښنه وغوښتله او الله ته یې دنږدېوالي لپاره سجده وکړه، او توبه یې ورته ویستله
فَغَفَرْنَا لَهُۥ ذَٰلِكَ ۖ وَإِنَّ لَهُۥ عِندَنَا لَزُلْفَىٰ وَحُسْنَ مَـَٔابٍۢ ﴿٢٥﴾
نو مونږ یې دعا قبوله کړه او بخښنه مو ورته وکړه، او بېشکه هغه له مونږ سره له نږدیو څخه دی، او په آخرت کې دهغه دپاره ښایسته ځای دورتګ دی مخ ۳ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
يَـٰدَاوُۥدُ إِنَّا جَعَلْنَـٰكَ خَلِيفَةًۭ فِى ٱلْأَرْضِ فَٱحْكُم بَيْنَ ٱلنَّاسِ بِٱلْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ ٱلْهَوَىٰ فَيُضِلَّكَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ ۚ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَضِلُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌۭ شَدِيدٌۢ بِمَا نَسُوا۟ يَوْمَ ٱلْحِسَابِ ﴿٢٦﴾
ای داوده! بېشکه مونږ ته پر ځمکه کې خلیفه وګرځولې چې احکام نافذوې او دیني او دنیوي مسائل فېصله کوې، نو دخلکو ترمنځ په انصاف سره پرېکړه کوه، او د خلکو تر منځ دفیصلې کولو پر مهال هوس پسې مه ځه؛ چې یو جګړه مار ته دخپلولۍ یا دوستۍ له کبله ورکوږ شې او بل څخه ددښمنۍ له کبله کوږ شې، نو هوس به دې دالله له نېغې لا رې څخه بې لا رې کړي، بېشکه هغه کسان چې دالله له نېغې لا رې څخه بې لا رې کېږي هغوی لپاره ځواکمن عذاب دی، لدې کبله چې د حساب ورځ یې هېره کړې؛ ځکه که چېرې یې په یاد وی او ترې ډارېدلی نو خپلو هوسونو سره به نه کږېدلی
وَمَا خَلَقْنَا ٱلسَّمَآءَ وَٱلْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا بَـٰطِلًۭا ۚ ذَٰلِكَ ظَنُّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ۚ فَوَيْلٌۭ لِّلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِنَ ٱلنَّارِ ﴿٢٧﴾
او مونږ آسمان او زمکه چټي ندي پېدا کړي، دا خو دهغو کسانو ګومان دی چې کفر یې کړی، نو دهغو کافرانو لپاره چې دا ګومان کوي دقیامت په ورځ داور د عذاب هلاکت دی کله چې په همدې کفر او په الله دبد ګومانۍ په حال کې مړه شي
أَمْ نَجْعَلُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ كَٱلْمُفْسِدِينَ فِى ٱلْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ ٱلْمُتَّقِينَ كَٱلْفُجَّارِ ﴿٢٨﴾
هېڅکله به هغه کسان چې په الله یې ایمان راوړی او دهغه درسول پېروي یې کړې او نېک اعمال یې کړي په ځمکه کې په کفر او ګناهونو دفساد کوونکو په شان ونه ګرځوو، او نه به درب څخه وېرېدونکي په منلو داوامرو او له نواهیو څخه ځان ساتلو سره دهغو منافقانو په شان وګرځوو چې په ګناهونو کې ورننوتي وي، بېشکه د دوی دواړو تر منځ برابروالی ظلم دی چې دالله سبحانه وتعالی سره وړ اولا ئق نه دی، بلکې الله مؤمنو پرهېزګارانو ته دجنت دننوتلو بدله ورکوي، او بدبختو کافرانو ته اور ته دننوتلو سزا ورکوي؛ ځکه چې دالله په نزد سره برابر نه دي، نو بدله یې هم دده په نزد برابره نه ده
كِتَـٰبٌ أَنزَلْنَـٰهُ إِلَيْكَ مُبَـٰرَكٌۭ لِّيَدَّبَّرُوٓا۟ ءَايَـٰتِهِۦ وَلِيَتَذَكَّرَ أُو۟لُوا۟ ٱلْأَلْبَـٰبِ ﴿٢٩﴾
بېشه دا قرآن داسې کتاب دی چې تاته مو نازل کړې او دډېر خیر او ګټې والا دی، دې لپاره چې خلک یې په آیاتونو کې سوچ وکړي او په معناګانو کې یې فکر وکړي، او دپیاوړي او روڼ عقل خاوندان ترې درس واخلي
وَوَهَبْنَا لِدَاوُۥدَ سُلَيْمَـٰنَ ۚ نِعْمَ ٱلْعَبْدُ ۖ إِنَّهُۥٓ أَوَّابٌ ﴿٣٠﴾
او داود ته مو سلیمان زوی ورکړ دانعام او غوره والي په توګه څو یې پرې سترګه یخه شي، څومره ښه بنده ؤسلیمان! بېشکه هغه زیات توبه کوونکی او الله ته په عاجزۍ ورګرځېدونکی ؤ
إِذْ عُرِضَ عَلَيْهِ بِٱلْعَشِىِّ ٱلصَّـٰفِنَـٰتُ ٱلْجِيَادُ ﴿٣١﴾
یاد کړه کله چې ماځېګر مهال ده ته تېز اصیل آسونه وړاندې کړل شول، په درې پښو ولاړ، څلورمه پورته، نو تل به ورته دا اصیل آسونه وړاندې کېدل تر دې چې لمر وغورځېد
فَقَالَ إِنِّىٓ أَحْبَبْتُ حُبَّ ٱلْخَيْرِ عَن ذِكْرِ رَبِّى حَتَّىٰ تَوَارَتْ بِٱلْحِجَابِ ﴿٣٢﴾
نو سلیمان وویل: بېشکه ما دمال مینه-چې له هغې څخه دا آسونه دي- دخپل رب په یاد غوره کړه تر دې چې لمر پټ شو او دمازديګر دلمانځه څخه روسته شوم
رُدُّوهَا عَلَىَّ ۖ فَطَفِقَ مَسْحًۢا بِٱلسُّوقِ وَٱلْأَعْنَاقِ ﴿٣٣﴾
دا آسونه ماته راوګرځوئ، نو ور ویې ګرځول، نو پېل یې وکړ په وهلو دپنډیو او دغاړو په تورې سره. مخ ۴ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ولقد فتنا سليمن وألقينا عل كرسيه جسدا ثم أناب
وَلَقَدْ فَتَنَّا سُلَيْمَـٰنَ وَأَلْقَيْنَا عَلَىٰ كُرْسِيِّهِۦ جَسَدًۭا ثُمَّ أَنَابَ ﴿٣٤﴾
او پرته له شکه سليمان مو وازمويلو او دپاچايۍ پر څوکۍ مو يې شيطان واچولو چې دانسان تمثيل يې کولو، په پاچايۍ کې يې دلنډې مودې لپاره تصرف وکړ، بيا الله سليمان ته پاچايي او پر شيطانانو ولکه ور وګرځوله
قَالَ رَبِّ ٱغْفِرْ لِى وَهَبْ لِى مُلْكًۭا لَّا يَنۢبَغِى لِأَحَدٍۢ مِّنۢ بَعْدِىٓ ۖ إِنَّكَ أَنتَ ٱلْوَهَّابُ ﴿٣٥﴾
سلیمان وویل: ای ربه! ماته زما دګناهونو بخښنه وکړه، او ماته یوه ځانګړې داسې پاچایي راکړه، چې له ما وروسته بل چا ته نه وي، بېشکه ته -ای ربه- دډېرې ورکړې او لوی سخا والا یې
فَسَخَّرْنَا لَهُ ٱلرِّيحَ تَجْرِى بِأَمْرِهِۦ رُخَآءً حَيْثُ أَصَابَ ﴿٣٦﴾
نو دعا مو ورته قبوله کړه او باد مو ورته تابع کړ چې دده امر ته یې غاړه ایښودله په نرمۍ سره، لړزه پکې نه وه سره له ځواک او تېز تګ، باروه به یې چېرته یې چې غوښتل
وَٱلشَّيَـٰطِينَ كُلَّ بَنَّآءٍۢ وَغَوَّاصٍۢ ﴿٣٧﴾
او تابع کړي وو مونږ ده لره شیطانان چې دده په حکم به یې کارونه تر سره کول، له هغوی څخه ځینې ودانۍ جوړونکي، ځينې هغه غوټه وهونکي وو چې په سمندر کې به یې غوټې وهلې او له هغې څخه به یې ملغلرې راویستلې
وَءَاخَرِينَ مُقَرَّنِينَ فِى ٱلْأَصْفَادِ ﴿٣٨﴾
او له شیطانانو څخه ځېنې سرکښ وو چې ده ته تابع کړل شوي وو، نو په ځنځیرونو کې تړل شوي وو او خوځېدلی نشو
هَـٰذَا عَطَآؤُنَا فَٱمْنُنْ أَوْ أَمْسِكْ بِغَيْرِ حِسَابٍۢ ﴿٣٩﴾
ای سلیمانه! دا زمونږه هغه ورکړه ده چې تاته مو درکړې ستا دغوښتنې په منلو سره، نو ورکړه چاته چې ته غواړې، او منع کړه له چا چې غواړې، هېڅکله به تا سره د ورکړې او منع کولو حساب ونشي. وإن له عندنا لزلف وحسن مٔاب
وَإِنَّ لَهُۥ عِندَنَا لَزُلْفَىٰ وَحُسْنَ مَـَٔابٍۢ ﴿٤٠﴾
او بېشکه سلیمان له مونږ سره دنږدو څخه دی، او هغه لره ښایسته دورتللو ځای دی چې ورګرځي به او هغه جنت دی
وَٱذْكُرْ عَبْدَنَآ أَيُّوبَ إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُۥٓ أَنِّى مَسَّنِىَ ٱلشَّيْطَـٰنُ بِنُصْبٍۢ وَعَذَابٍ ﴿٤١﴾
ای رسوله! زمونږ بنده ایوب یاد کړه کله چې یې خپل رب الله ته نارې کړې: بېشکه ماته شیطان ستړی کوونکی زورونکی کار را رسولی دی
ٱرْكُضْ بِرِجْلِكَ ۖ هَـٰذَا مُغْتَسَلٌۢ بَارِدٌۭ وَشَرَابٌۭ ﴿٤٢﴾
نو مونږ ورته وویل: په پښه دې ځمکه ووهه، نو ځمکه یې په پښه خپله ووهله، نو ترې اوبه وبهېدلې چې څښل او غسل ترې وکړي، نو کوم رنځ او تکلیف یې چې درلود هغه به ترې لاړ شي. مخ ۵ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَوَهَبْنَا لَهُۥٓ أَهْلَهُۥ وَمِثْلَهُم مَّعَهُمْ رَحْمَةًۭ مِّنَّا وَذِكْرَىٰ لِأُو۟لِى ٱلْأَلْبَـٰبِ ﴿٤٣﴾
نو دعا مو ورته قبوله کړه او رنځ مو ترې لرې کړ، او کورنۍ مو ورکړه او نور بچي او لمسي مو هماغسې ور زیات کړل، زمونږ لخوا لورینه وه ورباندې، او دده دصبر کولو بدله وه، او دې لپاره چې دغوره عقولونو څښتنان پند واخلي چې دصبر پایله راحت او ثواب دی
وَخُذْ بِيَدِكَ ضِغْثًۭا فَٱضْرِب بِّهِۦ وَلَا تَحْنَثْ ۗ إِنَّا وَجَدْنَـٰهُ صَابِرًۭا ۚ نِّعْمَ ٱلْعَبْدُ ۖ إِنَّهُۥٓ أَوَّابٌۭ ﴿٤٤﴾
کله چې ایوب علیه السلام خپلې میرمنې ته غصه شو، نو قسم یې وخوړ چې خامخا به یې سل درې وهي، مونږ ورته وویل: ای ایوبه! دډکو یوه ګېډۍ دې په لا س کې واخله نو دخپل قسم څخه دخلاصېدو په موخه يې پرې ووهه، او په هغه قسم چې تا کړې ځان مه ګنهګاروه، نو دډکو ګېډۍ یې واخیسته او پرې یې ووهله، بېشکه مونږ ده لره په هغه څه چې پرې مو ازمایلی وصبر کوونکی وموند، څومره ښه بنده ؤهغه، بېشکه الله ته زیات ورګرځېدونکی ؤ
وَٱذْكُرْ عِبَـٰدَنَآ إِبْرَٰهِيمَ وَإِسْحَـٰقَ وَيَعْقُوبَ أُو۟لِى ٱلْأَيْدِى وَٱلْأَبْصَـٰرِ ﴿٤٥﴾
ای رسوله! زمونږه هغه بندګان یاد کړه چې غوره کړي مو وو، او هغه رسولان چې لېږلي مو وو چې: ابراهیم او اسحاق او یعقوب وو، بېشکه دوی دالله په طاعت او د هغه دخوښۍ په لټولو کې دځواک خاوندان وو، او دحق په اړه دریښتیني بصیرت خاوندان وو
إِنَّآ أَخْلَصْنَـٰهُم بِخَالِصَةٍۢ ذِكْرَى ٱلدَّارِ ﴿٤٦﴾
بېشکه مونږ پر هغوی یو ځانګړی احسان کړی ؤ، او هغه دا چې ددوی زړونه مو دآخرت په یادولو، او هغې ته په نېک عمل چمتوالي او خلک هم نېک عمل ته رابللو باندې ودان کړي وو
وَإِنَّهُمْ عِندَنَا لَمِنَ ٱلْمُصْطَفَيْنَ ٱلْأَخْيَارِ ﴿٤٧﴾
او بېشکه دوی له مونږ سره خامخا له هغو څخه وو چې مونږ خپل طاعت او عبادت لپاره غوره کړي وو، او مونږ دخپل پېغام وړلو او خلکو ته رسولو لپاره غوره کړې وو. ل
وَٱذْكُرْ إِسْمَـٰعِيلَ وَٱلْيَسَعَ وَذَا ٱلْكِفْلِ ۖ وَكُلٌّۭ مِّنَ ٱلْأَخْيَارِ ﴿٤٨﴾
اې پېغمبره! اسماعیل دابراهیم زوی یاد کړه، الیسع یاد کړه، او ذا الکفل یاد کړه، او ښه ستاینه یې وکړه، همدوی یې وړ دي، او دا ټول دالله په نزد دغوره شوو څخه دي
هَـٰذَا ذِكْرٌۭ ۚ وَإِنَّ لِلْمُتَّقِينَ لَحُسْنَ مَـَٔابٍۢ ﴿٤٩﴾
دا په قرآن کې ددوی دښایسته ستاینې یاد دی، او بېشکه دالله داوامرو په ترسره کولو او دهغه دنواهیو څخه ځان ژغورلو باندې پرهېزګارانو لپاره دآخرت په کور کې ښایسته دورګرځېدلو ځای دی
جَنَّـٰتِ عَدْنٍۢ مُّفَتَّحَةًۭ لَّهُمُ ٱلْأَبْوَٰبُ ﴿٥٠﴾
دا دورګرځېدو ښایسته ځای دتلپاتې کېدلو جنت دی چې دوی به دقیامت په ورځ ورننوځي، او ددوی ښه راغلاست لپاره به یې ورونه پرانیستي وي. مخ ۶ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر متكٔين فيها يدعون فيها بفكهةكثيرة وشراب
مُتَّكِـِٔينَ فِيهَا يَدْعُونَ فِيهَا بِفَـٰكِهَةٍۢ كَثِيرَةٍۢ وَشَرَابٍۢ ﴿٥١﴾
دوی لپاره په سینګار شوو تختونو به ډډه وهلي ناست وي، له خپلو خادمانو به غواړي چې هر هغه ډول زیاتو میوو څخه ورته وړاندې کړي چې دوی یې اشتها لري، او له څښاک څخه هغه شراب او نور څه چې دوی یې اشتها لري
۞ وَعِندَهُمْ قَـٰصِرَٰتُ ٱلطَّرْفِ أَتْرَابٌ ﴿٥٢﴾
او دوی سره به ښځې وي چې یوازې خپلو میړونو ته نظر اچوونکي وي، بل چا ته به نه اوړي، او دوی به په عمر کې سره برابرې وي
هَـٰذَا مَا تُوعَدُونَ لِيَوْمِ ٱلْحِسَابِ ﴿٥٣﴾
دا دهغې بدلې پاکه وعده ده -ای پرهېزګارانو- چې تاسو ته دنیا کې دنېکو عملونو په کولو دقیامت په ورځ درکول کېږي. إن هذا لرزقنا ما له من نفاد
إِنَّ هَـٰذَا لَرِزْقُنَا مَا لَهُۥ مِن نَّفَادٍ ﴿٥٤﴾
بېشکه دا کومه بدله چې یاده شوله زمونږ هغه روزي ده چې پرهېزګارانو ته یې دقیامت په ورځ ورکوو، او دا جاري روزي ده، نه پرې کېږي او نه ختمېږي
هَـٰذَا ۚ وَإِنَّ لِلطَّـٰغِينَ لَشَرَّ مَـَٔابٍۢ ﴿٥٥﴾
دا کوم چې مو یاد کړل دپرهېزګارانو بدله ده، او دالله دحدودو څخه په کفر او ګناهونو تېری کوونکو لپاره دپرهېزګارانو دبدلې څخه متفاوته بدله ده، نو دوی لپاره بد ځای دورګرځېدو دی چې دقیامت په ورځ به وروګرځي
جَهَنَّمَ يَصْلَوْنَهَا فَبِئْسَ ٱلْمِهَادُ ﴿٥٦﴾
دا بدله دوزخ دی چې ترې چاپېره دی، او دوی یې تودوښه او لمبې ویني، دوی لپاره له همدې څخه بسترې دي، نو بدې بسترې ددوی دي. هذا فليذوقوه حميم وغس اق
هَـٰذَا فَلْيَذُوقُوهُ حَمِيمٌۭ وَغَسَّاقٌۭ ﴿٥٧﴾
دا عذاب خو سختې ګرمې اوبه دي، او په دې کې دعذاب شوو دوزخیانو له تنو څخه روانې زوې، نو ودې څښي، دا ددوی هغه څښاک دی چې له تندې خړوبول نه کوي
وَءَاخَرُ مِن شَكْلِهِۦٓ أَزْوَٰجٌ ﴿٥٨﴾
او دوی لره بل ددې په شان عذاب هم شته، نو دوی لره ګڼ ډول عذابونه دي چې په آخرت کې ورکول کېږي
هَـٰذَا فَوْجٌۭ مُّقْتَحِمٌۭ مَّعَكُمْ ۖ لَا مَرْحَبًۢا بِهِمْ ۚ إِنَّهُمْ صَالُوا۟ ٱلنَّارِ ﴿٥٩﴾
او کله چې دوزخیان ننوځي نو ددوی تر منځ هغه ښکنځلې وشي کومې چې دجګړه مارو ترمنځ وي، او یو له بل څخه بېزاره شي، نو ځینې یې وایي: دا ډله د دوزخیانو تاسو سره دوزخ ته ننوځي، نو ځواب ورکوي: دوی ته دې هرکلی نه وي، دوی به هم داور هغه شان عذاب څکي چې مونږ یې څکو. مخ ۷ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قَالُوا۟ بَلْ أَنتُمْ لَا مَرْحَبًۢا بِكُمْ ۖ أَنتُمْ قَدَّمْتُمُوهُ لَنَا ۖ فَبِئْسَ ٱلْقَرَارُ ﴿٦٠﴾
دتابعدارانو ډله به خپلو مشرانو ته وایي: بلکې تاسو -ای تابعداري کړل شوو مشرانو- ته دې هرکلی نه وي، هم تاسو زمونږ ددې دردناک عذابلا مل یاست زمونږ په بې لا رې کولو او ستاسو په سرکښۍ کولو، نو بد تمځای خو همدا تمځای دی، دټولو هغه تمځای چې ددوزخ اور دی
قَالُوا۟ رَبَّنَا مَن قَدَّمَ لَنَا هَـٰذَا فَزِدْهُ عَذَابًۭا ضِعْفًۭا فِى ٱلنَّارِ ﴿٦١﴾
تابعداران به وایي: ای زمونږه ربه، چا چې مونږ دهدایت له راتللو څخه وروسته بې لا رې کړي یو، نو په اور کې یې عذاب څو برابر کړه
وَقَالُوا۟ مَا لَنَا لَا نَرَىٰ رِجَالًۭا كُنَّا نَعُدُّهُم مِّنَ ٱلْأَشْرَارِ ﴿٦٢﴾
او لویي کوونکي سرکښان به وایي: څه شوي چې ځان سره په اور کې هغه سړي نه وینو په کومو چې مو په دنیا کې دهغو بدبختیو ګمان کولو چې دعذاب وړ دي
أَتَّخَذْنَـٰهُمْ سِخْرِيًّا أَمْ زَاغَتْ عَنْهُمُ ٱلْأَبْصَـٰرُ ﴿٦٣﴾
آیا په هغوی زمونږ ملنډې او ټوکې نا سمې وې نو دعذاب وړ نشو، او که زمونږ ملنډېقسمې وې، او اور ته ننوتي خو زمونږ سترګې پرې نه دي لګېدلي
إِنَّ ذَٰلِكَ لَحَقٌّۭ تَخَاصُمُ أَهْلِ ٱلنَّارِ ﴿٦٤﴾
بېشکه دا څه مو چې تاسو ته یاد کړل دقیامت په ورځ دکافرانو خپلمنځي جګړه خامخا حق ده او هېڅ شک پکې نشته
قُلْ إِنَّمَآ أَنَا۠ مُنذِرٌۭ ۖ وَمَا مِنْ إِلَـٰهٍ إِلَّا ٱللَّهُ ٱلْوَٰحِدُ ٱلْقَهَّارُ ﴿٦٥﴾
ووایه -ای محمده- دخپل قوم کافرانو ته: بېشکه زه بیرونکی یم تاسولره په واقع کیدلو دعذاب دالله پر تاسو، ستاسې دکفر دوجه او پیغمبرانو ته ددرواغو نسبت کولو له کبله، او نشته په خارج کې [وجود] نلري بل لایق دعبادت پرته له الله نه، نو هغه په خپله لویې، صفاتو او نومونو کې یوازې دی، او هغه داسې غالب دی چې په هر شي برلاسی دی، او هر شی ده ته عاجزي کوونکی دی
رَبُّ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا ٱلْعَزِيزُ ٱلْغَفَّـٰرُ ﴿٦٦﴾
او هغه دی رب دآسمانونو او رب دځمکې او رب دهغه څه چې ددې دواړو تر منځ دي، او هغه په خپل هغه سلطنت کې برلاسی دی چې هېڅوک پرې نشي برلاسه کېدلای، او هغه دتوبه کوونکو بندګانو زیات توبه قبلوونکی دی. قل هو نبؤا عظيم
قُلْ هُوَ نَبَؤٌا۟ عَظِيمٌ ﴿٦٧﴾
وایه -ای رسوله- دوی دروغجنوونکو ته! بېشکه قرآن دستر شان لرونکی خبر دی. أ نتم عنه معرضون
أَنتُمْ عَنْهُ مُعْرِضُونَ ﴿٦٨﴾
تاسو ددې ستر شان لرونکي خبر څخه مخ اړونکي یاست، دې ته هیڅ توجه نه کوئ
مَا كَانَ لِىَ مِنْ عِلْمٍۭ بِٱلْمَلَإِ ٱلْأَعْلَىٰٓ إِذْ يَخْتَصِمُونَ ﴿٦٩﴾
هغه څه جې دملایکو تر مینځ څرخیدل دادم علیه السلام دپیدایش په باره کې ما سره یې هیڅ علم نه وو که الله ما ته وحې نه وای کړی او زه یې نه وای پوه کړی. مخ ۸ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
إِن يُوحَىٰٓ إِلَىَّ إِلَّآ أَنَّمَآ أَنَا۠ نَذِيرٌۭ مُّبِينٌ ﴿٧٠﴾
بېشکه ماته الله وحی کوي هغه څه چې وحې کوي، ځکه چې زه تاسو لره وېروونکی یم دهغه له عذاب څخه ښکاره، دوېرونکو له جملې
إِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَـٰٓئِكَةِ إِنِّى خَـٰلِقٌۢ بَشَرًۭا مِّن طِينٍۢ ﴿٧١﴾
هغه وخت یاد کړه کله چې ستا رب ملائکو ته وویل: بېشکه زه له خټو څخه دیو بشر پېداکوونکی یم چې هغه آدم علیه السلام دی. فإذا سو يته ونفخت فيه من ر وحى فقعوا له سجدين
فَإِذَا سَوَّيْتُهُۥ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِى فَقَعُوا۟ لَهُۥ سَـٰجِدِينَ ﴿٧٢﴾
نو کله مې چې دهغه پېدایښت برابر کړ، او شکل مې ورجوړ کړ او له خپل روح څخه مې پکې پوکی وکړ، نو تاسو ورته په سجده شئ
فَسَجَدَ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ ﴿٧٣﴾
نو ملائکو دخپل رب امر پرځای کړ، ټولو دعزت سجده وکړه، او هېڅوک ترې پاتې نشو پرته له سجدې کولو آدم علیه السلام ته
إِلَّآ إِبْلِيسَ ٱسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ ٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿٧٤﴾
پرته له ابلیس څخه چې له سجدې کولو یې لویي وکړه، او دخپل رب په امر کې په لویي کولو سره له کافرانو شو
قَالَ يَـٰٓإِبْلِيسُ مَا مَنَعَكَ أَن تَسْجُدَ لِمَا خَلَقْتُ بِيَدَىَّ ۖ أَسْتَكْبَرْتَ أَمْ كُنتَ مِنَ ٱلْعَالِينَ ﴿٧٥﴾
الله وویل: ای ابلیسه! څه شي ایسار کړی یې له سجدې کولو څخه هغه آدم ته چې ما په خپلولا سونو پېدا کړی؟! آیا لویۍ له سجدې کولو ایسار کړی یې، یا له مخکې څخه په خپل رب دلویي کولو له خاوندانو څخه وې؟!
قَالَ أَنَا۠ خَيْرٌۭ مِّنْهُ ۖ خَلَقْتَنِى مِن نَّارٍۢ وَخَلَقْتَهُۥ مِن طِينٍۢ ﴿٧٦﴾
ابليس وويل: زه له آدمه غوره يم، زه دې له اوره پيداکړی يم او هغه دې له خټې پيداکړی دی، دا دهغه ګومان وچې اور تر خټې غوره عنصر دی
قَالَ فَٱخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌۭ ﴿٧٧﴾
الله تعالی ابلیس ته وویل: نو له جنت څخه وځه بېشکه ته لرې شوی[دالله درحمت څخه] ښکنځل شوی یې
وَإِنَّ عَلَيْكَ لَعْنَتِىٓ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلدِّينِ ﴿٧٨﴾
او بېشکه لا زم دي شړل ستا دجنت څخه دبدلې تر ورځ پورې چې هغه دقیامت ورڅ ده
قَالَ رَبِّ فَأَنظِرْنِىٓ إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ ﴿٧٩﴾
ابلیس وویل: نو ما ته مهلت راکړه، او ترهغې ورځې پورې مې مه مړ کوه په کومه چې ته خپل بندګان را پاڅوې. مخ ۹ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قَالَ فَإِنَّكَ مِنَ ٱلْمُنظَرِينَ ﴿٨٠﴾
الله وویل: نو بېشکه ته له مهلت ورکړل شوو څخه یې
إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْوَقْتِ ٱلْمَعْلُومِ ﴿٨١﴾
ستا دتباه کېدلو تر ټاکل شوې معلومې ورځې پورې. قال فبعز تك لأ غوين هم أ جمعين
قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿٨٢﴾
ابلیس وویل: نو ستا په قدرت او غلبې قسم، زه به خامخا ټول بنی آدم بې لا رې کړم
إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ ٱلْمُخْلَصِينَ ﴿٨٣﴾
پرته له هغو چې تا زما له بې لا رې کولو ژغورلي، او یوازې خپل عبادت ته دې چاڼ کړي
قَالَ فَٱلْحَقُّ وَٱلْحَقَّ أَقُولُ ﴿٨٤﴾
الله تعالی وویل: حق زما لخوا دی، او زه حق وایم، له هغه پرته بل څه نه وایم. لأملأ ن جهن م منك ومم نتبعك منهم أ جمعين
لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنكَ وَمِمَّن تَبِعَكَ مِنْهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿٨٥﴾
خامخا به دقیامت په ورځ له تا او په کفر کې ستا تابعداري کوونکو ټولو بني آدمو څخه دوزخ ډکوم
قُلْ مَآ أَسْـَٔلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍۢ وَمَآ أَنَا۠ مِنَ ٱلْمُتَكَلِّفِينَ ﴿٨٦﴾
ووایه -ای رسوله- دې مشرکانو ته: کومه خېرخواهي (نصیحت) چې تاسو ته رسوم نو بدله یې له تاسو نه غواړم، او نه زه له ځانه جوړونکی یم په راوړلو دزیاتوالي په هغه څه کې چې ما ته پرې امر شوی. إ ن هو إ ل اذكر للعلمين
إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌۭ لِّلْعَـٰلَمِينَ ﴿٨٧﴾
قرآن مکلفو انسانانو او پېریانو ته له نصیحت کولو پرته بل څه نه دي. ولتعلمن نبأه بعد حين
وَلَتَعْلَمُنَّ نَبَأَهُۥ بَعْدَ حِينٍۭ ﴿٨٨﴾
او خامخا به ددې قرآن په خبر پوهه شئ، چې دا ریښتینی دی، په نږدې وخت کې کله چې مړه کېږئ. مخ ۱۰ له ۱۰ moc.hgelp