کورتفسیرالصافات (٣٧)

تفسیر الصافات — As-Saaffaat (37)

مکي · ١٨٢ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

وَٱلصَّـٰٓفَّـٰتِ صَفًّۭا ﴿١﴾

قسم دی په هغو ملائکو چې دعبادت پر مهال جوښت صفونه جوړوي

فَٱلزَّٰجِرَٰتِ زَجْرًۭا ﴿٢﴾

او قسم دی په هغو ملائکو چې ورېځې شړي، او هغه خوا ته یې ټېل وهي چېرته چې الله وغواړي چې وورېږي

فَٱلتَّـٰلِيَـٰتِ ذِكْرًا ﴿٣﴾

او قسم دی په هغو ملائکو چې دالله کلام لولي. إ ن إلهكم لوحد

إِنَّ إِلَـٰهَكُمْ لَوَٰحِدٌۭ ﴿٤﴾

بېشکه ستاسو په حقه معبود -ای خلکو- یوازې یو دی چې شریک نه لري، او هغه الله دی

رَّبُّ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَرَبُّ ٱلْمَشَـٰرِقِ ﴿٥﴾

داسمانونو رب، او ځمکې رب، او دهغو شیانو رب چې تر منځ يې دي، او دلمر رب دراختلو او پرېوتلو په ځایو کې دکال په اوږدو کې

إِنَّا زَيَّنَّا ٱلسَّمَآءَ ٱلدُّنْيَا بِزِينَةٍ ٱلْكَوَاكِبِ ﴿٦﴾

بېشکه مونږ ځمکې ته نږدې آسمان په ښکلي ښایست سره ښایسته کړی، چې هغه ستوري دي چې په لېدلو کې دځلېدونکو ملغلرو په څېر دي. وحفظا من كل شيطن م ارد

وَحِفْظًۭا مِّن كُلِّ شَيْطَـٰنٍۢ مَّارِدٍۢ ﴿٧﴾

او ددنیا آسمان مو په ستورو ساتلی له هر سرکښ او له طاعت وتونکي شیطان څخه؛ نو ویشتل کېږي به پرې

لَّا يَسَّمَّعُونَ إِلَى ٱلْمَلَإِ ٱلْأَعْلَىٰ وَيُقْذَفُونَ مِن كُلِّ جَانِبٍۢ ﴿٨﴾

دا شیطانان وس نلري چې په آسمان کې دملائکو خبرې واوري کله چې هغوی دشریعت او تقدیر په اړه خبري کوي کوم چې ورته خپل رب وحي کړې وي، او له هرې خوا په سوځوونکو لمبو ویشتل کېږي

دُحُورًۭا ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌۭ وَاصِبٌ ﴿٩﴾

دوی ته دغوږ نیولو څخه دشړلو او لرې کولو له کبله، او دوی لره په آخرت کې دردناک عذاب دی چې نه پرې کېږي. مخ ۱ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

إِلَّا مَنْ خَطِفَ ٱلْخَطْفَةَ فَأَتْبَعَهُۥ شِهَابٌۭ ثَاقِبٌۭ ﴿١٠﴾

پرته له هغو شیطانانو چې څه وتښتوي، او هغه هم دا خبره وي په کومه کې چې ملائکې پرې بحث کوي او ددوی ترمنځ اوړي اولا هم دځمکې خلکو ته یې علم نه وي رسېدلی، نو یو روښانه لمبه ورپسې شي سوځوي یې، او کله دا وینا له سوځېدو مخکې خپلو ورونو ته ورکړي نو کاهنانو (غیب ویونکو) ته ورسي، نو ورسره سل دروغه نور یوځای کړي

فَٱسْتَفْتِهِمْ أَهُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَم مَّنْ خَلَقْنَآ ۚ إِنَّا خَلَقْنَـٰهُم مِّن طِينٍۢ لَّازِبٍۭ ﴿١١﴾

نو -ای محمده- پوښتنه وکړه له بعث (پاڅون) څخه منکرو کافرانو څخه: آیا دوی په پېدایښت کې سخت دي او په تنو کې ځواکمن دي او په غړو کې ستر دي له هغو څخه چې مونږ کوم آسمانونه او ځمکه او ملائکې پېدا کړي؟ مونږ دوی پېدا کړي له سرېښناکې خټې څخه، نو څرنګه له بعث (پاڅون) نه انکار کوي، په داسې حال کې چې دوی له یو کمزوري مخلوق څخه پېدا شوي چې هغه سرېښناکه خټه ده؟. بل عجبت ويسخرون

بَلْ عَجِبْتَ وَيَسْخَرُونَ ﴿١٢﴾

بلکې ته تعجب کوې -ای محمده- دالله دځواک او دهغه دمخلوقاتو دچارو دسمون په اړه او تعجب کوې په دروغجنولو دمشرکانو پاڅون لره او دوی مشرکان د پاڅون دسخت دروغجنولو له کبله په هغه څه ملنډې وهي چې ته یې دهغه (پاڅون) په اړه وایې. وإ ذا ذكروا لا يذكرون

وَإِذَا ذُكِّرُوا۟ لَا يَذْكُرُونَ ﴿١٣﴾

او کله چې دوی مشرکانو ته دپند اخیستلو لپاره وعظ وشي نو پند ترې نه اخلي، او نه ترې ګټه اخلي، ددوی دزړونو دسختوالي له کبله. وإ ذا رأ وا ءاية يستسخرون

وَإِذَا رَأَوْا۟ ءَايَةًۭ يَسْتَسْخِرُونَ ﴿١٤﴾

او کله چې دپېغمبر علیه السلام دهغو نښانو څخه کومه نښه وګورې چې دده دریښتنولۍ څرګندونه کوي نو په ملنډو وهلو کې زیاتوالی وکړي او تعجب پرې کوي

وَقَالُوٓا۟ إِنْ هَـٰذَآ إِلَّا سِحْرٌۭ مُّبِينٌ ﴿١٥﴾

او دوی وویل: هغه څه چې محمد صلی الله علیه وسلم راوړي پرته له ښکاره سحر (کوډو) بل څه نه دي. أءذا متنا وكنا ترابا وعظما أءنا لمبعوثون

أَءِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًۭا وَعِظَـٰمًا أَءِنَّا لَمَبْعُوثُونَ ﴿١٦﴾

آيا کله چې موږ مړه شو، خاورې او زاړه له منځه تللي هډوکي شو؟ آيا موږ به له دغه وروسته بېرته ژوندي را پاڅېږو؟ دا خو ډېره لرې خبره ده

أَوَءَابَآؤُنَا ٱلْأَوَّلُونَ ﴿١٧﴾

او آیا زمونږ لومړني پلرونه چې مونږ څخه مخکې مړه شوي دي هم را پاځېږي؟!. قل نعم وأنتم دخرون

قُلْ نَعَمْ وَأَنتُمْ دَٰخِرُونَ ﴿١٨﴾

دوی ته په ځواب کې ووایه -ای محمده-: هو، را پاڅئ به تاسو پس له دې چې خاورې او زاړه هډوکې وګرځئ او ستاسو لومړني پلرونه به هم را پاڅي، ټول به را پاڅئ په داسې حال کې چې خوار او ذلیل به یاست. مخ ۲ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر فإنما هى زجرة وحدة فإذا هم ينظرون

فَإِنَّمَا هِىَ زَجْرَةٌۭ وَٰحِدَةٌۭ فَإِذَا هُمْ يَنظُرُونَ ﴿١٩﴾

نو بېشکه دا په شپېلۍ کې یو پوکی دی (دویم پوکی) نو یو دم به ټول دقیامت دورځې سختیو ته ګوري او انتظار به باسي چې الله تعالی ورسره څه کوي

وَقَالُوا۟ يَـٰوَيْلَنَا هَـٰذَا يَوْمُ ٱلدِّينِ ﴿٢٠﴾

او پاڅون لره دروغ ګڼوونکي مشرکان به وایي: ای زمونږ تباهۍ دا خو دبدلې ورځ ده هغه چې الله پکې خپلو بندګانو ته بدله ورکوي دهغه څه چې ددنیا په ژوند کې یې کوم عمل وړاندې کړی

هَـٰذَا يَوْمُ ٱلْفَصْلِ ٱلَّذِى كُنتُم بِهِۦ تُكَذِّبُونَ ﴿٢١﴾

نو ورته به وویل شي: دا دبندګانو تر منځ دهغه فیصلې ورځ ده چې تاسو به ترې انکار کولو او په دنیا کې به مو دروغ ګڼل

۞ ٱحْشُرُوا۟ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ وَأَزْوَٰجَهُمْ وَمَا كَانُوا۟ يَعْبُدُونَ ﴿٢٢﴾

او ملائکو ته به په دغه ورځ وویل شي: په شرک سره ظلم کوونکي مشرکان ظالمان او په شرک کې ددوی په شان خلک او په دروغجنولو کې ددوی ملګري راټول کړئ، او هغه بوتان چې دوی یې له الله پرته عبادت کولو، نو داور لا ر ور وپېژنئ او ورته یې وښایئ، او هغې خوا ته یې ورټېله کړئ، بېشکه همدا یې دورګرځېدو ځای دی

مِن دُونِ ٱللَّهِ فَٱهْدُوهُمْ إِلَىٰ صِرَٰطِ ٱلْجَحِيمِ ﴿٢٣﴾

او ملائکو ته به په دغه ورځ وویل شي: په شرک سره ظلم کوونکي مشرکان ظالمان او په شرک کې ددوی په شان خلک او په دروغجنولو کې ددوی ملګري راټول کړئ، او هغه بوتان چې دوی یې له الله پرته عبادت کولو، نو داور لا ر ور وپېژنئ او ورته یې وښایئ، او هغې خواته یې ورټېله کړئ، بېشکه همدا یې دورګرځېدو ځای دی

وَقِفُوهُمْ ۖ إِنَّهُم مَّسْـُٔولُونَ ﴿٢٤﴾

او اور ته له ننوتلو وړاندې یې دحساب لپاره بند کړئ، پس ددوی څخه پوښتنه کیدای شي، بیا یې داور خوا ته ور ټېله کړئ. ما لكم لا تناصرون

مَا لَكُمْ لَا تَنَاصَرُونَ ﴿٢٥﴾

او درټلو په ډول به ورته وویل شي: په تاسو څه شوي چې یو بل سره مرسته نه کوئ لکه څرنګه به مو چې په دنیا کې یو بل سره مرسته کوله او دعوه به مو کوله چې بېشکه ستاسو بوتان ستاسو مرسته کوي؟!

بَلْ هُمُ ٱلْيَوْمَ مُسْتَسْلِمُونَ ﴿٢٦﴾

بلکې هغوی نن دالله امر ته غاړه ایښودونکي او خوار دي، یو بل سره دناتوانۍ او دقدرت دکمښت له کبله مرسته نه کوي

وَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍۢ يَتَسَآءَلُونَ ﴿٢٧﴾

او یو بل ته به مخ کړي، ملامتول او جګړه به کوي په داسې حال کې چې ملامتول او جګړه ګټه نه رسوي. مخ ۳ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

قَالُوٓا۟ إِنَّكُمْ كُنتُمْ تَأْتُونَنَا عَنِ ٱلْيَمِينِ ﴿٢٨﴾

کشران به خپلو مشرانو ته وایي: بېشکه تاسو -ای مشرانو- به مونږ ته ددین او حق باره کې راتللئ نو کفر، شرک او دګناهونو ترسره کول به مو راته ښایسته کړل او له هغه حق څخه به مو وېرولو او شړلو کوم چې پېغمبرانو دالله له لورې راوړی ؤ. قالوا بل لم تكونوا مؤمنين

قَالُوا۟ بَل لَّمْ تَكُونُوا۟ مُؤْمِنِينَ ﴿٢٩﴾

مشران به کشرانو ته وایي: داسې نده -څرنګه چې تاسو دعوه لرئ- بلکې تاسو په کفر کې وئ او مومنان نه وئ، بلکې تاسو نه منونکي وئ

وَمَا كَانَ لَنَا عَلَيْكُم مِّن سُلْطَـٰنٍۭ ۖ بَلْ كُنتُمْ قَوْمًۭا طَـٰغِينَ ﴿٣٠﴾

او ای کشرانو! پر تاسو خو زمونږ کوم زور او ځواک نه وڅو تاسو په زوره په کفر، شرک او دګناهونو ترسره کولو کې واچوو، بلکې تاسو په کفر او بې لا ريتوب کې د پولې څخه تېرېدونکي وئ

فَحَقَّ عَلَيْنَا قَوْلُ رَبِّنَآ ۖ إِنَّا لَذَآئِقُونَ ﴿٣١﴾

نو اوس پر مونږ او تاسو باندې دالله (د عذاب) وعده لا زمه شوه په دې وینا کې: (خامخا به دوزخ له تا او ستا له ټولو تابعدارانو څخه ډکوم) [ص:۸۵] نو لدې کبله مونږ څکونکي یو-بې له شکه څرنګه چې مو رب وعده کړې وه. فأ غوينكم إنا كنا غوين

فَأَغْوَيْنَـٰكُمْ إِنَّا كُنَّا غَـٰوِينَ ﴿٣٢﴾

نو مونږ تاسو بې لا رېتوب او کفر ته راوبللئ، بېشکه مونږ خو دهدایت له لا رې څخه بې لا رې شوي وو

فَإِنَّهُمْ يَوْمَئِذٍۢ فِى ٱلْعَذَابِ مُشْتَرِكُونَ ﴿٣٣﴾

نو بېشکه کشران او مشران به دقیامت په ورځ په عذاب کې سره شریک وي

إِنَّا كَذَٰلِكَ نَفْعَلُ بِٱلْمُجْرِمِينَ ﴿٣٤﴾

بېشکه مونږ لکه څرنګه چې په دوی عذاب وڅکل، په نورو مجرمانو یې هم څکو

إِنَّهُمْ كَانُوٓا۟ إِذَا قِيلَ لَهُمْ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا ٱللَّهُ يَسْتَكْبِرُونَ ﴿٣٥﴾

بېشکه دې مشرکانو ته به چې کله په دنیا کې وویل شو چې دالله نه پرته بل معبود نشته، دې لپاره چې ددې مطابق عمل وکړي او خلاف کارونه یې پرېدې، ددې له منلو او غاړه ایښودلو یې دحق څخه په لویې کولو او ځان پورته ګڼلو انکار وکړ

وَيَقُولُونَ أَئِنَّا لَتَارِكُوٓا۟ ءَالِهَتِنَا لِشَاعِرٍۢ مَّجْنُونٍۭ ﴿٣٦﴾

او دخپل کفر لپاره به یې په دلیل نیوونکي حالت کې ویل: آیا دخپلو باطلو معبودانو عبادت دیو لیوني شاعر دوینا لپاره پرېږدو؟! پدې خبرې سره یې دالله رسول صلی الله علیه وسلم مقصد ؤ. مخ ۴ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

بَلْ جَآءَ بِٱلْحَقِّ وَصَدَّقَ ٱلْمُرْسَلِينَ ﴿٣٧﴾

بېشکه ستر دروغ یې وتړل، نه خو دالله رسول صلی الله علیه وسلم لیونی ؤاو نه شاعر ؤ، بلکې هغه قرآن یې راوړی ؤچې دالله تعالی یووالي او دهغه دپېغمبر تابعدارۍ ته بلنه ورکوونکی دی، او دپېغمبرانو تصدیق یې کړی په هغه څه کې چې دالله تعالی دطرفه یې راوړي چې توحید او (قیامت)دی او دهغوی سره یې په هېڅ شي کې مخالفت نه دی کړی

إِنَّكُمْ لَذَآئِقُوا۟ ٱلْعَذَابِ ٱلْأَلِيمِ ﴿٣٨﴾

بېشکه تاسو -اې مشرکانو- دقیامت په ورځ ددردناک عذاب څکونکي یاست ستاسو دکفر او دپېغمبرانو ددروغجنولو له کبله. وما تجزون إل اما كنتم تعملون

وَمَا تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿٣٩﴾

او بدله به نه درکول کېږي تاسو ته -ای مشرکانو- پرته له هغه څه چې تاسو په دنیا کې په الله کفر کولو او ګناهونه مو ترسره کول

إِلَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلْمُخْلَصِينَ ﴿٤٠﴾

لیکن دالله تعالی هغه مومنان بندګان چې هغه خپل عبادت ته ځانګړي کړي، او دوی هغه ته عبادت سوچه کوي، دوی به له عذاب څخه په ژغورنه کې وي

أُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمْ رِزْقٌۭ مَّعْلُومٌۭ ﴿٤١﴾

ددوی مخلصو بندګانو لپاره ځانګړې روزي ده چې الله یې ورکوی، په پاکۍ، ښایست او پایښت کې ټاکل شوې ده

فَوَٰكِهُ ۖ وَهُم مُّكْرَمُونَ ﴿٤٢﴾

دغه روزي بېلابېلې مېوې له هغو پاکو څخه دي چې خوري یې او اشتها یې لري، او ددغه سربېره به ددرجو په لوړوالي او دالله کريم مخ ته په کتو درناوی ورکول کيږي

فِى جَنَّـٰتِ ٱلنَّعِيمِ ﴿٤٣﴾

دا هر څه به دتلپاتې ثابت او دوامداره جنت په نعمتونو کې ترلاسه کوي چې نه پرې کېږي او نه لرې کېږي. عل سرر م تقبلين

عَلَىٰ سُرُرٍۢ مُّتَقَـٰبِلِينَ ﴿٤٤﴾

په تختونو به یې تکیه وهلې وي، مخامخ به یو بل ته ګوري. يطاف عليهم بكأس من م عين

يُطَافُ عَلَيْهِم بِكَأْسٍۢ مِّن مَّعِينٍۭ ﴿٤٥﴾

دهغو شرابو ګیلاسونه به ورباندې ګرځول کېږي چې په پاکۍ او روڼتیا کې دروانو اوبو په څېر وي

بَيْضَآءَ لَذَّةٍۢ لِّلشَّـٰرِبِينَ ﴿٤٦﴾

سپین رنګ والا، څوک یې چې څکي له څکلو به یې بشپړ خوند اخلي. مخ ۵ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر لا فيها غول ولا هم عنها ينزفون

لَا فِيهَا غَوْلٌۭ وَلَا هُمْ عَنْهَا يُنزَفُونَ ﴿٤٧﴾

ددنیا دشرابو په څېر نه دي، داسې نشه پکې نشته چې عقل یوسې، او نه یې څښونکي ته سردرد رسي، دڅښونکی تن او عقل روغ پرېږدي

وَعِندَهُمْ قَـٰصِرَٰتُ ٱلطَّرْفِ عِينٌۭ ﴿٤٨﴾

او دوی سره به جنت کې پاک لمنې ښځې وي، له خپلو میړونو پرته بل چاته یې سترګې نه اوږدېږي، ښایسته سترګو والا دي. كأن هن بيض م كنون

كَأَنَّهُنَّ بَيْضٌۭ مَّكْنُونٌۭ ﴿٤٩﴾

درنګونو سپینوالی یې زیړوالي سره داسې ګډ شوی وي لکه محفوظه هګۍ دیو مارغه چې لا س نه وي ور رسېدلی

فَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍۢ يَتَسَآءَلُونَ ﴿٥٠﴾

نو ځینې جنتیان به ځینو نورو ته ورمخ کړي دخپلو تېرو شوو او په دنیا کې پېښ شوو حالاتو په اړه به یو بل نه پوښتنه کوي

قَالَ قَآئِلٌۭ مِّنْهُمْ إِنِّى كَانَ لِى قَرِينٌۭ ﴿٥١﴾

ددې مومنانو څخه به یو ویونکی ووایي: په دنیا کې زما یو ملګری له بعث (پاڅون) څخه منکر ؤ

يَقُولُ أَءِنَّكَ لَمِنَ ٱلْمُصَدِّقِينَ ﴿٥٢﴾

ما ته یې دانکار کوونکي او ملنډې وهونکي حال کې ویل: آیا ته -ای ملګریه- دمړو په ژوندي کېدلو باندې له باور کوونکو څخه یې؟. أءذا متنا وكنا ترابا وعظما أءنا لمدينون

أَءِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًۭا وَعِظَـٰمًا أَءِنَّا لَمَدِينُونَ ﴿٥٣﴾

آیا کله چې مونږ مړه شو او خاورې او زاړه هډوکي شو نو بیا به هم مونږ را پورته کولی شو او دهغو کړنو بدله به راکولی شي چې دنیا کې مو کړې دي؟ قال هل أنتم م ط لعون

قَالَ هَلْ أَنتُم مُّطَّلِعُونَ ﴿٥٤﴾

مومن دوست به خپلو جنتیانو ملګرو ته ووایي: ما سره پورته شئ چې دهغه ملګري انجام ووینو کوم چې له بعث (پاڅون) څخه انکار کولو؟

فَٱطَّلَعَ فَرَءَاهُ فِى سَوَآءِ ٱلْجَحِيمِ ﴿٥٥﴾

نو هغه به ور وګوري، نو خپل ملګری به ددوزخ په منځ کې ووینې

قَالَ تَٱللَّهِ إِن كِدتَّ لَتُرْدِينِ ﴿٥٦﴾

وایي به: په الله قسم -ای ملګریه- تا خو نږدې زه هم دوزخ ته په ننوتلو تباه کړی وم، ستا په بللو کفر ته او له بعث (پاڅون) څخه انکار کولو ته. مخ ۶ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَلَوْلَا نِعْمَةُ رَبِّى لَكُنتُ مِنَ ٱلْمُحْضَرِينَ ﴿٥٧﴾

او که دالله لورینه پر مونږ دهدایت او ایمان ښوونې او دهغې وس ورکولو نه وی، نو زه به هم ستا په څېر عذاب کې حاضر شوی وم. أفما نحن بميتين

أَفَمَا نَحْنُ بِمَيِّتِينَ ﴿٥٨﴾

نو آیا مونږ -جنتیان- مړه کېدونکي نه یو؟

إِلَّا مَوْتَتَنَا ٱلْأُولَىٰ وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِينَ ﴿٥٩﴾

پرته له هغه لومړي مرګ څخه چې ددنیا په ژوند کې ؤ، بلکې مونږ په جنت کې تلپاتې یو، او مونږ عذابېدونکي هم نه یو لکه څرنګه چې کافران په عذابېږي

إِنَّ هَـٰذَا لَهُوَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ ﴿٦٠﴾

بېشکه دا بدله کومه چې الله راکړه - دجنت دداخلېدو او په هغه کې تلپاتې کېدلو او دوزخ څخه دبچ کېدلو- همدا ستره بریا ده چې هېڅ بریا ورسره نه برابرېږي

لِمِثْلِ هَـٰذَا فَلْيَعْمَلِ ٱلْعَـٰمِلُونَ ﴿٦١﴾

دهمدې په شان سترې بدلې لپاره لا زمه ده چې عمل کوونکي عمل وکړي، نو بېشکه همدا ګټوره سوداګري ده

أَذَٰلِكَ خَيْرٌۭ نُّزُلًا أَمْ شَجَرَةُ ٱلزَّقُّومِ ﴿٦٢﴾

آیا دا یاد شوي نعمتونه کوم چې الله تعالی خپلو هغو بندګانو ته چمتو کړي چې دخپل طاعت لپاره یې ځانګړي کړي، ډېر غوره او بهتر دي دمقام او عزت له اړخه که ونه دزقوم چې قرآن کې پرې لعنت ویل شوی هغه چې دکافرانو خوراک دی، نه چاغول کوي او نه له ولږې ګټه رسوي؟!. إنا جعلنها فتنة للظ لمين

إِنَّا جَعَلْنَـٰهَا فِتْنَةًۭ لِّلظَّـٰلِمِينَ ﴿٦٣﴾

بېشکه مونږ دغه ونه یو عذاب ګرځولی چې دکفر او ګناهونو په وجه ظالمان پرې ازمول کېږي، ځکه چې دوی ویل: بېشکه اور خو ونې خوري، نو ناشونې ده چې پکې شنه شي

إِنَّهَا شَجَرَةٌۭ تَخْرُجُ فِىٓ أَصْلِ ٱلْجَحِيمِ ﴿٦٤﴾

بېشکه دزقوم ونه له بنسټه خبیثه ونه ده، نو هغه ددوزخ په بیخ کې راوځي

طَلْعُهَا كَأَنَّهُۥ رُءُوسُ ٱلشَّيَـٰطِينِ ﴿٦٥﴾

بهر راوتونکې مېوې يې بد شکله دشیطانانو دسرونو په څېر دي، او بدرنګي یې دهغه څه په بدرنګۍ دلالت کوي چې په اړه یې خبر ورکول کېږي، او ددې معنا داده چې دمېوې خوند یې هم بد دی

فَإِنَّهُمْ لَـَٔاكِلُونَ مِنْهَا فَمَالِـُٔونَ مِنْهَا ٱلْبُطُونَ ﴿٦٦﴾

نو بېشکه کافران به ددې له ترخې او بدرنګه مېوې څخه خوړونکي وي او خپلې تشو خیټو لره ډکونکي وي. مخ ۷ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ثم إن لهم عليها لشوبا من حميم

ثُمَّ إِنَّ لَهُمْ عَلَيْهَا لَشَوْبًۭا مِّنْ حَمِيمٍۢ ﴿٦٧﴾

بیا به دوی لره له دې خوراک وروسته دګرمو اوبو بدرنګه ګډ شوی څښاک وي

ثُمَّ إِنَّ مَرْجِعَهُمْ لَإِلَى ٱلْجَحِيمِ ﴿٦٨﴾

بیا له دې وروسته ددوی ورتګ ددوزخ دعذاب په لور دی، نو دوی به له یو عذاب څخه بل عذاب ته اوړي

إِنَّهُمْ أَلْفَوْا۟ ءَابَآءَهُمْ ضَآلِّينَ ﴿٦٩﴾

بېشکه دې کافرانو خپل پلرونه دهدایت له لا رې څخه بې لا رې موندلي وو، نو دهغوی تابعداري یې له دلیل پرته په تقلید سره کړې

فَهُمْ عَلَىٰٓ ءَاثَـٰرِهِمْ يُهْرَعُونَ ﴿٧٠﴾

نو دوی په بې لا ریتوب کې تابعداري کوي دخپلو پلرونو دپلونو بیړه کوونکي

وَلَقَدْ ضَلَّ قَبْلَهُمْ أَكْثَرُ ٱلْأَوَّلِينَ ﴿٧١﴾

او خامخا له دوی مخکې زیاتره لومړني بې لا رې شوي وو، نو ستا قوم -ای پېغمبره- له امتونو څخه لومړی بې لا رې شوی قوم نه دی. ولقد أرسلنا فيهم م نذرين

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا فِيهِم مُّنذِرِينَ ﴿٧٢﴾

او خامخا مو په هغو لومړیو امتونو کې پېغمبران لېږلي وو چې دالله له عذاب څخه یې ویرول، نو کفر یې وکړ

فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلْمُنذَرِينَ ﴿٧٣﴾

نو وګوره -ای پېغمبره- څرنګه وه پایله دهغو قومونو چې خپلو پېغمبرانو وېرولي وو خو دوی دهغوی ونه منله، بېشکه ددوی پایله اور ته ننوتل و، ددوی دکفر کولو او د پېغمبرانو ددروغجنولو له کبله به تل پکې وي

إِلَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلْمُخْلَصِينَ ﴿٧٤﴾

پرته له هغو چې الله پر ده دایمان راوړلو لپاره ځانګړي کړي، نو بېشکه دوی له هغه عذاب څخه ژغورل شوي چې دهمدغه دروغجنونکو کافرانو پایله ده

وَلَقَدْ نَادَىٰنَا نُوحٌۭ فَلَنِعْمَ ٱلْمُجِيبُونَ ﴿٧٥﴾

او بېشکه زمونږ پېغمبر نوح علیه السلام مونږ ته آواز وکړ کله چې یې خپل هغه قوم ته ښېرې وکړې چې دروغجن کړی یې ؤ، نو مونږ څومره ښه ځواب ورکونکي وو! بېشکه مونږ دده ددعا په قبلولو کې بیړه وکړه

وَنَجَّيْنَـٰهُ وَأَهْلَهُۥ مِنَ ٱلْكَرْبِ ٱلْعَظِيمِ ﴿٧٦﴾

او بېشکه مونږ ده لره، دده کورنۍ او ده سره مومنان دقوم له ضرر رسولو او په هغه ستر طوفان باندې دغرقیدلو څخه وژغورل کوم چې دده دقوم په کافرانو لېږل شوی و. مخ ۸ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَجَعَلْنَا ذُرِّيَّتَهُۥ هُمُ ٱلْبَاقِينَ ﴿٧٧﴾

او دده کورنۍ او یوازې مومنان تابعداران مو وژغورل او دده دقوم نور کافران مو غرق کړل

وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِى ٱلْـَٔاخِرِينَ ﴿٧٨﴾

او په وروستنیو امتونو کې مو دده ښه ستاینه پرېښودله چې دده ستاینه یې پرې کوله

سَلَـٰمٌ عَلَىٰ نُوحٍۢ فِى ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٧٩﴾

امن او سلامتیا دې وي نوح لپاره لدې چې په اړه یې په روستیو امتونو کې بد وویل شي، بلکې ستاینه او ښه یاد به یې پاتې وي

إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُحْسِنِينَ ﴿٨٠﴾

بېشکه دغه بدله چې مونږ نوح علیه السلام ته ورکړه همداسې بدله نیکانو بندګانو ته ورکوو، ددوی په عبادت او یوازې دالله په اطاعت

إِنَّهُۥ مِنْ عِبَادِنَا ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿٨١﴾

بېشکه نوح زمونږ دمؤمنو دالله په طاعت عمل کوونکو بندګانو څخه ؤ

ثُمَّ أَغْرَقْنَا ٱلْـَٔاخَرِينَ ﴿٨٢﴾

بیا مو پاتې خلک په هغه طوفان چې مونږ پر دوی رالېږلی ؤغرق کړل، نو یو هم ترې پاتې نشو

۞ وَإِنَّ مِن شِيعَتِهِۦ لَإِبْرَٰهِيمَ ﴿٨٣﴾

او بېشکه ابراهیم علیه السلام دهغه ددین والا څخه ؤچې توحید ته رابللو کې ورسره موافق وو

إِذْ جَآءَ رَبَّهُۥ بِقَلْبٍۢ سَلِيمٍ ﴿٨٤﴾

نو یاد کړه کله چې راغی خپل رب ته له شرک څخه پاک په روغ زړه سره، دالله لپاره نصیحت کوونکې په مخلوقاتو دهغه کې. إذ قال لأبيه وقومه ماذا تعبدون

إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِۦ مَاذَا تَعْبُدُونَ ﴿٨٥﴾

کله چې یې خپل پلار او قوم ته په ملامته کونکي حالت وویل: له الله پرته دبل څه عبادت کوئ؟!

أَئِفْكًا ءَالِهَةًۭ دُونَ ٱللَّهِ تُرِيدُونَ ﴿٨٦﴾

نو درب العالمين په هكله مو څه ګومان دى؟. مخ ۹ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

فَمَا ظَنُّكُم بِرَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٨٧﴾

نو -ای قومه- څه ګومان کوئ په رب العالمین کله چې تاسو ورسره مخامخ شئ په داسې حال کې چې تاسو دهغه پرته دنورو عبادت کوئ؟! او څه فکر کوئ چې پر تاسو به دڅه کوونکی وي؟!

فَنَظَرَ نَظْرَةًۭ فِى ٱلنُّجُومِ ﴿٨٨﴾

نو ابراهیم علیه السلام په ستورو کې یو نظر واچولو چې دقوم سره دوتلو څخه ځان خلاصولو لپاره څه چل جوړ کړي. فقال إنى سقيم

فَقَالَ إِنِّى سَقِيمٌۭ ﴿٨٩﴾

نو دقوم سره ددوی په اختر کې دنه وتلو دلامل په اړه یې وویل: زه ناروغ یم. فتولوا عنه مدبرين

فَتَوَلَّوْا۟ عَنْهُ مُدْبِرِينَ ﴿٩٠﴾

نو شاته یې پرېښود او ترې لاړل

فَرَاغَ إِلَىٰٓ ءَالِهَتِهِمْ فَقَالَ أَلَا تَأْكُلُونَ ﴿٩١﴾

نو دهغوی هغو الهو باطلو ته وروګرځېد چې له الله پرته یې دهغوی عبادت کولو، نو دهغوی باطلو معبودانو پورې په ملنډې وهونکي حالت کې وویل: آیا تاسو له هغه خوراک څخه نه خورئ کوم چې مشرکان تاسو ته جوړوي؟!. ما لكم لا تنطقون

مَا لَكُمْ لَا تَنطِقُونَ ﴿٩٢﴾

څه حال دی ستاسو چې خبرې نه کوئ، او نه هغه چا ته ځواب ورکوئ چې له تاسو پوښتي؟! آیا له الله پرته دداسې شیانو عبادت کېږي؟!

فَرَاغَ عَلَيْهِمْ ضَرْبًۢا بِٱلْيَمِينِ ﴿٩٣﴾

نو ابراهیم علیه السلام پرې راوګرځېد او په ښي لا س یې وهل چې مات یې کړي

فَأَقْبَلُوٓا۟ إِلَيْهِ يَزِفُّونَ ﴿٩٤﴾

نو ددې بتانو عبادت کوونکو رامخه کړه چې بیړه یې کوله. قال أتعبدون ما تنحتون

قَالَ أَتَعْبُدُونَ مَا تَنْحِتُونَ ﴿٩٥﴾

نو ابراهیم ورسره په کلکه مخامخ شو، او ورته یې په ملامته کوونکي حالت کې وویل: آیا تاسو له الله پرته دداسې باطلو معبودانو عبادت کوئ چې تاسو یې په خپلولا سونو تراشئ؟!

وَٱللَّهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُونَ ﴿٩٦﴾

او الله تاسو پېدا کړي یاست او ستاسو کړنې هم هغه پېدا کړې دي او ستاسو له کړنو څخه دا بوتان هم دي، نو یوازې هغه ددې وړ دی چې عبادت یې وشي او بل څوک ورسره شریک ونه نیول شي. مخ ۱۰ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

قَالُوا۟ ٱبْنُوا۟ لَهُۥ بُنْيَـٰنًۭا فَأَلْقُوهُ فِى ٱلْجَحِيمِ ﴿٩٧﴾

کله چې ددلیل ویلو څخه عاجز شول نو دزور او ځواک لا ره یې ونیوله، نو خپل منځ کې یې مشوره وکړه چې ابراهیم باندې څه وکړي، ویې ویل: یوه ودانۍ ورته جوړه کړئ، او له لرګیو یې ډکه کړئ او اور پرې بل کړئ، بیا یې پکې وغورځوئ

فَأَرَادُوا۟ بِهِۦ كَيْدًۭا فَجَعَلْنَـٰهُمُ ٱلْأَسْفَلِينَ ﴿٩٨﴾

نو دابراهیم علیه السلام قوم دابراهیم په اړه دبدۍ اراده وکړه چې تباه یې کړي او ترې بې غمه شي، نو مونږ تاوانیان وګرځول کله چې مونږ ورته اور یخ او سلامت وګرځوه. وقال إنى ذاهب إلى ربى سيهدين

وَقَالَ إِنِّى ذَاهِبٌ إِلَىٰ رَبِّى سَيَهْدِينِ ﴿٩٩﴾

وویل ابراهیم: بېشکه زه خپل رب ته هجرت کوونکی یم، دخپل قوم وطن پرېښودونکی یم څو د(رب) عبادت وکړم، زر دی چې زما رب به ماته هغه څه وښایي چې زما پکې ددنیا او آخرت خیر وي

رَبِّ هَبْ لِى مِنَ ٱلصَّـٰلِحِينَ ﴿١٠٠﴾

ای ربه، ماته نیک اولاد راکړې چې زما مرستندوی وي او په نا بلدتیا کې زما دقوم بدله وي. فبش رنه بغلم حليم

فَبَشَّرْنَـٰهُ بِغُلَـٰمٍ حَلِيمٍۢ ﴿١٠١﴾

نو مونږ یې دعا قبوله کړه نو په هغه څه مو خبر کړ چې پرې خوشحاله شو، په داسې زوی مو زېری ورکړ چې ستر به شي او زغمونکی به وګرځي او دا زوی اسماعیل علیه السلام و

فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ ٱلسَّعْىَ قَالَ يَـٰبُنَىَّ إِنِّىٓ أَرَىٰ فِى ٱلْمَنَامِ أَنِّىٓ أَذْبَحُكَ فَٱنظُرْ مَاذَا تَرَىٰ ۚ قَالَ يَـٰٓأَبَتِ ٱفْعَلْ مَا تُؤْمَرُ ۖ سَتَجِدُنِىٓ إِن شَآءَ ٱللَّهُ مِنَ ٱلصَّـٰبِرِينَ ﴿١٠٢﴾

کله چې اسماعيل ځوان شو او دځان او پلار هڅه يې درک کړه، پلار يې ابراهيم خوب وليدی او دنبيانو خوب وحي وي، ابراهيم خپل زوی ته ددغه خوب له مفهومه په خبرولو وويل: اې زويکیه! زه دې په خوب وينم چې زه تا ذبحه کوم، نو وګوره ته په دې اړه څه نظر لرې؟ اسماعيل خپل پلار ته په ځواب ورکولو وويل: اې پلار جانه! ترسره کړه هغه څه چې الله زما دذبحه کولو امر درته کړی دی، که الله غوښتل ته به مې دالله په پرېکړه له زغمونکو او خوښو ومومې

فَلَمَّآ أَسْلَمَا وَتَلَّهُۥ لِلْجَبِينِ ﴿١٠٣﴾

او کله چې دواړو الله ته سر ټیټ کړ او هغه ته یې غاړه کېښوده، ابراهیم علیه السلام خپل زوی دتندي په اړخ وغوړځولو څو دهغه دحلالولو امر پر ځای کړي چې ورته شوی ؤ

وَنَـٰدَيْنَـٰهُ أَن يَـٰٓإِبْرَٰهِيمُ ﴿١٠٤﴾

او مونږ ورغږ کړ- په داسې حال کې چې هغه دزوی دحلالولو په اړه دالله دحکم عملي کولو کلک هوډ کړی ؤ- چې ای ابراهیمه!. مخ ۱۱ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

قَدْ صَدَّقْتَ ٱلرُّءْيَآ ۚ إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُحْسِنِينَ ﴿١٠٥﴾

بېشکه هغه څه دې ریښتیا کړل کوم چې تا خوب کې ليدلي وچې دزوی دحلالولو هوډ دې درلود، بېشکه -لکه څرنګه چې مونږ تا ته ددغه ستر ازمیښت څخه د خلاصون بدله درکړه- همداسې بدله نیکانو ته هم ورکوو نو دازمیښتونو او سختیو څخه یې خلاصوو

إِنَّ هَـٰذَا لَهُوَ ٱلْبَلَـٰٓؤُا۟ ٱلْمُبِينُ ﴿١٠٦﴾

بېشکه دا یو څرګند ازمیښت ؤ، او یقینا ابراهیم پکې بریالی شو. وفدينه بذب ح عظيم

وَفَدَيْنَـٰهُ بِذِبْحٍ عَظِيمٍۢ ﴿١٠٧﴾

او مونږ داسماعیل په بدله کې چې ستر پسه ورکړ چې پر ځای يې حلال شي

وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِى ٱلْـَٔاخِرِينَ ﴿١٠٨﴾

او دابراهیم ښایسته ستاینه مو په وروستنیو امتونو کې پرېښودله

سَلَـٰمٌ عَلَىٰٓ إِبْرَٰهِيمَ ﴿١٠٩﴾

دالله لخوا ورته ښه راغلاست دی، او له هر زیان او آفت څخه ورته دسلامتیا دعا ده

كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُحْسِنِينَ ﴿١١٠﴾

لکه څرنګه مو چې ابراهیم علیه السلام ته په طاعت کولو دا بدله ورکړه همداسې بدله نیکانو ته ورکوو

إِنَّهُۥ مِنْ عِبَادِنَا ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿١١١﴾

بېشکه ابراهیم زمونږ له هغو مومنو بندګانو څخه ؤچې دالله دبندګۍ په غوښتنو یې وفا کوله.ي

وَبَشَّرْنَـٰهُ بِإِسْحَـٰقَ نَبِيًّۭا مِّنَ ٱلصَّـٰلِحِينَ ﴿١١٢﴾

او هغه ته مو په یو بل زوی زېری ورکړ چې نبي او نیک بنده به وګرځي چې اسحاق دی؛ دالله دهغه تابعدارۍ په بدله کې کومه یې چې دیوازیني زوی اسماعیل ذبحه وه

وَبَـٰرَكْنَا عَلَيْهِ وَعَلَىٰٓ إِسْحَـٰقَ ۚ وَمِن ذُرِّيَّتِهِمَا مُحْسِنٌۭ وَظَالِمٌۭ لِّنَفْسِهِۦ مُبِينٌۭ ﴿١١٣﴾

او مونږ په ده او دده پر زوی اسحاق برکت نازل کړ، نو نعمتونه مو ورزیات کړل، چې له هغې څخه ددوی داولاد زیاتوالی دی، او ددوی دواړو له اولادې څخه ځینې نیکان دي په تابعدارۍ دخپل رب، او ځینې په کفر او ګناهونو کولو سره په خپل نفس ښکاره تېري کوونکي دي. ولقد مننا عل موس وهرون

وَلَقَدْ مَنَنَّا عَلَىٰ مُوسَىٰ وَهَـٰرُونَ ﴿١١٤﴾

او بېشکه مونږ پر موسی او دهغه پر ورور هارون دپېغمبرۍ احسان کړی ؤ. مخ ۱۲ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَنَجَّيْنَـٰهُمَا وَقَوْمَهُمَا مِنَ ٱلْكَرْبِ ٱلْعَظِيمِ ﴿١١٥﴾

او دوی دواړه او قوم یې؛ بني اسرائیل مو دفرعون دغلامۍ او غرقېدلو څخه ژغورلي وو

وَنَصَرْنَـٰهُمْ فَكَانُوا۟ هُمُ ٱلْغَـٰلِبِينَ ﴿١١٦﴾

او مونږ دفرعون او دهغه دلښکرو پر وړاندې ددوی مرسته وکړه، نو بریا ددوی وه پر خپلو دښمنانو

وَءَاتَيْنَـٰهُمَا ٱلْكِتَـٰبَ ٱلْمُسْتَبِينَ ﴿١١٧﴾

او موسی او دهغه ورور هارون ته مو تورات دالله له خوا داسې کتاب ورکړ چې څرګند دی او هېڅ ګډوډی نلري

وَهَدَيْنَـٰهُمَا ٱلصِّرَٰطَ ٱلْمُسْتَقِيمَ ﴿١١٨﴾

او دواړو ته مو هغه سیده لا ره ورښوولې وه چې کوږوالی پکې نشته او هغه داسلام دین هغه لا ر ده چې دپېداکوونکي خوښۍ ته رسونکې ده

وَتَرَكْنَا عَلَيْهِمَا فِى ٱلْـَٔاخِرِينَ ﴿١١٩﴾

او دواړو لپاره مو په وروستیو امتونو کې ښه ستاینه او پاک یاد پرېښود. سلمعل موس وهرون

سَلَـٰمٌ عَلَىٰ مُوسَىٰ وَهَـٰرُونَ ﴿١٢٠﴾

دالله لخوا ورته پاک ښه راغلاست او ستاینه ده، او دهرې بدۍ څخه دسلامتیا دعا ده

إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُحْسِنِينَ ﴿١٢١﴾

لکه څرنګه مو چې موسی او هارون ته دا نېکه بدله ورکړه همداسې بدله نیکانو ته په طاعت کولو ورکوو

إِنَّهُمَا مِنْ عِبَادِنَا ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿١٢٢﴾

بېشکه موسی او هارون په الله دمومنو بندګانو او په هغه څه عمل کوونکو څخه وو چې ورته یې روا کړي وو

وَإِنَّ إِلْيَاسَ لَمِنَ ٱلْمُرْسَلِينَ ﴿١٢٣﴾

او بېشکه الیاس دخپل رب له لوري له استول شوو رسولانو څخه و، چې الله پر ده دنبوت او پېغمبرۍ انعام کړی و

إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِۦٓ أَلَا تَتَّقُونَ ﴿١٢٤﴾

کله چې یې خپل دبني اسرائیلو هغه قوم ته وویلې چې دې ورلېږل شوی ؤ: اې زما قومه! آیا دالله څخه نه وېرېږئ؛ دهغه داوامرو په منلو، چې له هغې څخه یو دالله یو ګڼل دي، او دهغه دنواهیو څخه ځان ژغورلو نه، چې دهغې څخه یو شرک دی مخ ۱۳ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

أَتَدْعُونَ بَعْلًۭا وَتَذَرُونَ أَحْسَنَ ٱلْخَـٰلِقِينَ ﴿١٢٥﴾

آیا تاسو له الله پرته دخپل بت بعل عبادت کوئ او دالله عبادت پرېږدئ چې ډېر ښایسته دپېداکوونکو دی؟!

ٱللَّهَ رَبَّكُمْ وَرَبَّ ءَابَآئِكُمُ ٱلْأَوَّلِينَ ﴿١٢٦﴾

او الله خو ستاسو رب دی چې تاسو یې پېدا کړي یاست، او ستاسو پلرونه یې هم پخوا لا پېدا کړي ؤ، نو هماغه دعبادت وړ دی، نه بل څوک له بتانو څخه چې نه ګټه رسوي نه زیان. فكذ بوه فإن هم لمحضرون

فَكَذَّبُوهُ فَإِنَّهُمْ لَمُحْضَرُونَ ﴿١٢٧﴾

نو دده دقوم له خوا بل څه نه ؤپرته له دې چې درواغجن یې کړ او ددوی دتکذیب له امله به دوی په عذاب کې حاضرکړای شوو څخه وي

إِلَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلْمُخْلَصِينَ ﴿١٢٨﴾

دده دقوم له مومنو او الله ته په عبادت کې له مخلصو کسانو پرته، نو بېشکه هغه عذاب ته له حاضرېدو څخه نجات موندونکی دی

وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِى ٱلْـَٔاخِرِينَ ﴿١٢٩﴾

او مونږ دده ښایسته ستاینه او پاک یاد په ورستنیو امتونو کې پرېښوده

سَلَـٰمٌ عَلَىٰٓ إِلْ يَاسِينَ ﴿١٣٠﴾

دالله لخوا دې الیاس ته ښه راغلاست او ستاینه وي

إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُحْسِنِينَ ﴿١٣١﴾

لکه څرنګه مو چې الیاس ته دا ښایسته بدله ورکړه، خپلو نیکانو مؤمنو بندګانو ته هم همداسې بدله ورکوو

إِنَّهُۥ مِنْ عِبَادِنَا ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿١٣٢﴾

بېشکه الیاس په حقه سره زمونږ له هغو مومنو بندګانو څخه ؤچې په خپل رب باندې ایمان لرلو کې ریښتیني دي

وَإِنَّ لُوطًۭا لَّمِنَ ٱلْمُرْسَلِينَ ﴿١٣٣﴾

او بېشکه لوط دالله تعالی له هغو رسولانو څخه ؤچې ده خپلو قومونو ته زېری ورکوونکي او وېرونکي لېږلي دي. إ ذ نجينه وأ هله أ جمعين

إِذْ نَجَّيْنَـٰهُ وَأَهْلَهُۥٓ أَجْمَعِينَ ﴿١٣٤﴾

نو یاد کړه کله چې مو هغه او دهغه ټوله کورنۍ دده په قوم له رالېږل شوي عذاب څخه وساتل. مخ ۱۴ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

إِلَّا عَجُوزًۭا فِى ٱلْغَـٰبِرِينَ ﴿١٣٥﴾

پرته له مېرمنې دده، دخپل قوم عذاب ورته ورسېده؛ ځکه چې هغه هم ددوی په څېر کافره وه

ثُمَّ دَمَّرْنَا ٱلْـَٔاخَرِينَ ﴿١٣٦﴾

بیا مو دده دقوم څخه هغه پاتې شوي تباه کړل چې دا یې دروغجن ګڼلی واو څه چې ده راوړي ؤپر هغه یې باور نه کولو. وإ نكم لتمر ون عليهم م ص بحين

وَإِنَّكُمْ لَتَمُرُّونَ عَلَيْهِم مُّصْبِحِينَ ﴿١٣٧﴾

او بېشکه تاسو-ای دمکې والاو- خامخا شام ته په خپلو سفرونو کې ددوی په کورونو سهار مهال تېرېږئ

وَبِٱلَّيْلِ ۗ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿١٣٨﴾

او تاسو پرې همدا راز دشپې لخوا هم تېرېږئ، آیا عقل نه چلوئ، او له هغه څه پند نه اخلئ چې دوی ور وګرځېدل پس له دروغجنولو او کفر کولو او دداسې بدکارۍ ترسره کولو چې مخکې ترې چا نه وه ترسره کړې؟!

وَإِنَّ يُونُسَ لَمِنَ ٱلْمُرْسَلِينَ ﴿١٣٩﴾

او بېشکه زمونږ بنده یونس دالله له هغو رسولانو څخه وچې خپلو قومونو ته زېری ورکوونکي او وېرونکي یې لېږلي وو

إِذْ أَبَقَ إِلَى ٱلْفُلْكِ ٱلْمَشْحُونِ ﴿١٤٠﴾

کله چې له قوم څخه دخپل رب له اجازې پرته وتښتېد او یوې داسې بېړۍ کې سپور شو چې له مسافرو او سامان ډکه وه

فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ ٱلْمُدْحَضِينَ ﴿١٤١﴾

نو نږدې وه چې بېړۍ دډکوالي له امله ډوبه شي، نو مسافرو پچه واچوله چې ځینې یې وغورځوي؛ دبېړۍ دډوبېدو دویرې له کبله دزیاتوالي دمسافرو، نو یونس علیه السلام له همدوی بایلونکو څخه ؤ، نو په سمندر کې یې وغورځولو

فَٱلْتَقَمَهُ ٱلْحُوتُ وَهُوَ مُلِيمٌۭ ﴿١٤٢﴾

نو کله چې یې په سمندر کې وغورځولو نوماهي ونیولو او روغ یې تېر کړ، په داسې حال کې چې ده دملامتیا کار کړی و؛ چې دخپل رب له اجازې پرته سمندر ته تللی ؤ

فَلَوْلَآ أَنَّهُۥ كَانَ مِنَ ٱلْمُسَبِّحِينَ ﴿١٤٣﴾

نو که چېرې یونس مخکې له دې چې څه پرې وشي دالله له ډېرو ذکر کوونکو څخه نه وی او که چېرې دده تسبیح ویل دماهي په خیټه کې نه وی

لَلَبِثَ فِى بَطْنِهِۦٓ إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ ﴿١٤٤﴾

نو خامخا به دماهي په ګېډه کې تر قیامت ورځې پورې ځنډېدلی وی څو یې قبر ګرځېدلی و. مخ ۱۵ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

۞ فَنَبَذْنَـٰهُ بِٱلْعَرَآءِ وَهُوَ سَقِيمٌۭ ﴿١٤٥﴾

بیا مو دماهي له ګېډې څخه دونو او ودانیو څخه خالي زمکه باندې وغورځولو، په داسې حال کې چې تن یې کمزوری شوی وله دې کبله چې دماهي په ګېډه کې څه وخت ځنډېدلی و. وأنبتنا عليه ش جرة من يقطين

وَأَنۢبَتْنَا عَلَيْهِ شَجَرَةًۭ مِّن يَقْطِينٍۢ ﴿١٤٦﴾

او په دغه خالي زمکه کې مو ورباندې دکدو بوټی را زرغون کړ څو یې سوري ته کښیني او خوراک ترې وکړي. وأرسلنه إ لى مائة ألف أو يزيدون

وَأَرْسَلْنَـٰهُ إِلَىٰ مِا۟ئَةِ أَلْفٍ أَوْ يَزِيدُونَ ﴿١٤٧﴾

او هغه مونږ خپل قوم ته استولی ؤچې شمېر یې سل زره ؤبلکې زیات وو. فٔامنوا فمتعنهم إ لى حين

فَـَٔامَنُوا۟ فَمَتَّعْنَـٰهُمْ إِلَىٰ حِينٍۢ ﴿١٤٨﴾

نو ایمان یې راوړ او په هغه څه یې باور وکړ چې ده ورته راوړي وو، نو الله تعالی ورته ددنیا په ژوند کې مهلت او سوکالي ورکړه تر دې چې هغه ټاکلي نېټې یې پوره شوې

فَٱسْتَفْتِهِمْ أَلِرَبِّكَ ٱلْبَنَاتُ وَلَهُمُ ٱلْبَنُونَ ﴿١٤٩﴾

ای محمده! دمشرکانو نه دانکار په ډول وپوښته: آیا تاسو الله لره هغه لورګانې ګرځوئ چې خپله یې بدې ګڼئ، او ځانونو لپاره هغه ځامن ګرځوئ چې ورسره مینه لرئ؟! دا څرنګه ویش دی؟!

أَمْ خَلَقْنَا ٱلْمَلَـٰٓئِكَةَ إِنَـٰثًۭا وَهُمْ شَـٰهِدُونَ ﴿١٥٠﴾

څرنګه دوی دعوه لري چې ملائکې ښځینه دي، په داسې حال کې چې دوی دهغوی پېدایښت کې حاضر نه وو، او نه یې لېدلي ؤ؟!

أَلَآ إِنَّهُم مِّنْ إِفْكِهِمْ لَيَقُولُونَ ﴿١٥١﴾

وَلَدَ ٱللَّهُ وَإِنَّهُمْ لَكَـٰذِبُونَ ﴿١٥٢﴾

خبر اوسئ پرته له شکه دمشرکانو پر الله له درواغ ويلو او تور لګولو څخه دا هم دي چې هغه ته داولاد نسبت کوي، او هغوی په دغه دعوی کې درواغجن دي

أَصْطَفَى ٱلْبَنَاتِ عَلَى ٱلْبَنِينَ ﴿١٥٣﴾

آیا الله خپل ځان لپاره هغه لورګانې غوره کړي چې تاسو یې بدې ګڼئ په هغو زامنو باندې چې تاسو یې خوښوئ؟! هېڅکله نه. ما لكم كيف تحكمون

مَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ ﴿١٥٤﴾

ای مشرکانو! په تاسو څه شوي چې دا دظلم پرېکړه کوئ چې الله لپاره لورګانې ګرځوئ او ځانونو لپاره زامن ګرځوئ؟!. مخ ۱۶ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر أ فلا تذك رون

أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ﴿١٥٥﴾

آیا نو پند نه اخلئ له باطل والي دهغه فاسدې عقېدې چې تاسو پرې یاست؟! نو بېشکه که تاسو پند اخیستلی نو دا وینا به مو نه کوله. أم لكم سلطن م بين

أَمْ لَكُمْ سُلْطَـٰنٌۭ مُّبِينٌۭ ﴿١٥٦﴾

ایا تاسو لره کوم ښکاره دلیل او څرګند حجت دکتاب یا رسول څخه شته؟!. فأ توا بكتبكم إ نكنتم صدقين

فَأْتُوا۟ بِكِتَـٰبِكُمْ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ ﴿١٥٧﴾

نو خپل هغه کتاب مو راوړئ چې ددې خبرې دلیل پکې وي که چېرې تاسو په خپلو دعوو کې رښتیني یاست

وَجَعَلُوا۟ بَيْنَهُۥ وَبَيْنَ ٱلْجِنَّةِ نَسَبًۭا ۚ وَلَقَدْ عَلِمَتِ ٱلْجِنَّةُ إِنَّهُمْ لَمُحْضَرُونَ ﴿١٥٨﴾

او مشرکانو دالله او له دوی پټو ملائکو تر منځ خپلوي پېدا کړې کله چې یې دعوه وکړه چې ملائکې دالله لورګانې دي او خامخا ملائکې پدې پوهېدلي چې زر دی چې الله به مشرکان حساب لپاره حاضر کړي

سُبْحَـٰنَ ٱللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ ﴿١٥٩﴾

الله تعالی پاک دی له هغه څه چې مشرکان یې په اړه بیانوي کوم څه چې ده لپاره مناسب نه دي دبچې او شریک څخه او داسې نور

إِلَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلْمُخْلَصِينَ ﴿١٦٠﴾

مګر دالله غوره شوي بندګان؛ نو بېشکه دوی دالله لپاره نه بیانوي پرته دجلال او کمال له هغو صفتونو چې ورسره مناسب وي. فإنكم وما تعبدون

فَإِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُونَ ﴿١٦١﴾

نو تاسو ای مشرکانو او هغه څه چې پرته له الله تعالی یې عبادت کوئ

مَآ أَنتُمْ عَلَيْهِ بِفَـٰتِنِينَ ﴿١٦٢﴾

له حق دین څخه دهیچا یې لا رې کوونکي نه یاست

إِلَّا مَنْ هُوَ صَالِ ٱلْجَحِيمِ ﴿١٦٣﴾

پرته له هغه چې الله تعالی یې په اړه پرېکړه کړې وي چې ددوزخ والا دی، نو بېشکه الله خپله پرېکړه نافذوي نو کافر کېږي او دوزخ ته داخلېږي او هر چې تاسو او ستاسو معبودان دي نو ستاسو پرې هېڅ وس نشته

وَمَا مِنَّآ إِلَّا لَهُۥ مَقَامٌۭ مَّعْلُومٌۭ ﴿١٦٤﴾

او ملائکو الله تعالی ته دخپلې بندګۍ بیانولو او دمشرکانو ددعوو څخه بېزارۍ په حالت کې وویل: او له مونږ څخه هېڅوک داسې نشته مګر دالله په عبادت او طاعت کې یې ټاکلی ځای دی. مخ ۱۷ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَإِنَّا لَنَحْنُ ٱلصَّآفُّونَ ﴿١٦٥﴾

او بېشکه مونږ -ملائکې- دالله په عبادت او طاعت کې کتارونه ولاړ یو او مونږ دالله پاکي ویونکي یو له هغو صفتونو چې ده سره مناسب نه دي

وَإِنَّا لَنَحْنُ ٱلْمُسَبِّحُونَ ﴿١٦٦﴾

او بېشکه مونږ -ملائکې- دالله په عبادت او طاعت کې کتارونه ولاړ یو، او مونږ دالله پاکي ویونکي یو له هغو صفتونو چې ده سره مناسب نه دي. وإ نكانوا ليقولون

وَإِن كَانُوا۟ لَيَقُولُونَ ﴿١٦٧﴾

لَوْ أَنَّ عِندَنَا ذِكْرًۭا مِّنَ ٱلْأَوَّلِينَ ﴿١٦٨﴾

لَكُنَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلْمُخْلَصِينَ ﴿١٦٩﴾

او بېشکه دمکې مشرکانو به دمحمد صلی الله علیه وسلم دبعثت څخه مخکې ویل: که چېرې مونږ سره دمخکینیو خلکو دکتابونو څخه کوم کتاب وی لکه تورات؛ نو الله ته به مو په اخلاص عبادت کولی او دوی په دې خبره کې دروغجن وو، نو بېشکه محمد صلی الله علیه وسلم ورته قرآن راوړ نو پرې کافران شول، نو زر دی چې دقیامت په ورځ به پوه شي په هغه سخت عذاب چې ددوی انتظار باسي

فَكَفَرُوا۟ بِهِۦ ۖ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ ﴿١٧٠﴾

او بېشکه دمکې مشرکانو به دمحمد صلی الله علیه وسلم دبعثت څخه مخکې ویل: که چېرې مونږ سره دمخکینیو خلکو دکتابونو څخه کوم کتاب وی لکه تورات؛ نو الله ته به مو په اخلاص عبادت کولی، او دوی په دې خبره کې دروغجن وو، نو بېشکه محمد صلی الله علیه وسلم ورته قرآن راوړ نو پرې کافران شول، نو زر دی چې دقیامت په ورځ به پوه شي په هغه سخت عذاب چې ددوی انتظار باسي

وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا ٱلْمُرْسَلِينَ ﴿١٧١﴾

۱۷۱ او بېشکه زمونږ وینا رسولانو ته تېره شوې وه چې دوی به پر خپلو دښمنانو برلاسي وي ځکه چې الله ورباندې دحجت او توان احسان کړی او بېشکه غلبه به زمونږ دهغه لښکر وي چې دالله په لا ر کې دکلمې دلوړوالي لپاره جنګېږي

إِنَّهُمْ لَهُمُ ٱلْمَنصُورُونَ ﴿١٧٢﴾

۷۳ او بېشکه زمونږ وینا رسولانو ته تېره شوې وه چې دوی به پر خپلو دښمنانو برلاسي وي ځکه چې الله ورباندې دحجت او توان احسان کړی او بېشکه غلبه به زمونږ دهغه لښکر وي چې دالله په لا ر کې دکلمې دلوړوالي لپاره جنګېږي

وَإِنَّ جُندَنَا لَهُمُ ٱلْغَـٰلِبُونَ ﴿١٧٣﴾

۷۳ او بېشکه زمونږ وینا رسولانو ته تېره شوې وه چې دوی به پر خپلو دښمنانو برلاسي وي ځکه چې الله ورباندې دحجت او ځواک احسان کړی او بېشکه غلبه به زمونږ دهغه لښکر وي چې دالله په لا ر کې دکلمې دلوړوالي لپاره جنګېږي. فتول عنهمحت حين

فَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتَّىٰ حِينٍۢ ﴿١٧٤﴾

اې رسوله! له دوی سرکښو مشرکانو څخه تر یوې مودې چې الله پرې خبر دی مخ وګرځوه څو یې دعذاب وخت راورسېږي. مخ ۱۸ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر وأبصرهم فسوف يبصرون

وَأَبْصِرْهُمْ فَسَوْفَ يُبْصِرُونَ ﴿١٧٥﴾

ویې ګورئ کله چې عذاب پرې نازليږي؛ نو ورته ګوري به چې هغه مهال به کتل ورته ګټه نه رسوي. أ فبعذابنا يستعجلون

أَفَبِعَذَابِنَا يَسْتَعْجِلُونَ ﴿١٧٦﴾

آیا نو دا مشرکان دالله په عذاب بیړه کوي؟!

فَإِذَا نَزَلَ بِسَاحَتِهِمْ فَسَآءَ صَبَاحُ ٱلْمُنذَرِينَ ﴿١٧٧﴾

نو کله چې پرې دالله عذاب را پرېوځي نو بد سبا دهمدوی سبا دی. وتول عنهمحت حين

وَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتَّىٰ حِينٍۢ ﴿١٧٨﴾

ای رسوله! له دوی نه تر هغه وخته مخ وګرځوه څو الله ددوی دعذاب په اړه پرېکړه وکړي. وأبصر فسوف يبصرون

وَأَبْصِرْ فَسَوْفَ يُبْصِرُونَ ﴿١٧٩﴾

او ګوره، پس زر دی چې دوی به دالله هغه عذاب او سزا وویني کوم چې پرې نازلېږي

سُبْحَـٰنَ رَبِّكَ رَبِّ ٱلْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُونَ ﴿١٨٠﴾

ای محمده! پاک دی ستا رب، دځواک رب، او سپېڅلی دی دنقصان له هغو صفاتو څخه چې مشرکان یې ورته بیانوي

وَسَلَـٰمٌ عَلَى ٱلْمُرْسَلِينَ ﴿١٨١﴾

او دالله لخوا ښه راغلاست او ستاینه ده پر پتمنو رسولانو

وَٱلْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿١٨٢﴾

او ټوله ستاینه یوازې الله لره ده، هماغه یې وړ دی او دټولو مخلوقاتو پالونکی دی، له ده پرته بل پالونکی نلري. مخ ۱۹ له ۱۹ moc.hgelp

زده کړه · الصافات — As-Saaffaat

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې