يسٓ ﴿١﴾
يس: دې ته ورته تورو په اړه دالبقرې سورت په پیل کې خبره شوې ده
کور›تفسیر›يس (٣٦)
مکي · ٨٣ آیتونه
يسٓ ﴿١﴾
يس: دې ته ورته تورو په اړه دالبقرې سورت په پیل کې خبره شوې ده
وَٱلْقُرْءَانِ ٱلْحَكِيمِ ﴿٢﴾
الله پر هغه قرآن لوړه کوي چې آیتونه يې مضبوط کړل شوي دي، او هغه چې نه له مخې او نه له شا باطل ورته راتلای شي
إِنَّكَ لَمِنَ ٱلْمُرْسَلِينَ ﴿٣﴾
ای رسوله! له شک پرته ته له هغو رسولانو يې چې الله خپلوبندګانو ته لېږلي دي، تر څو يوازې دهغه ديووالي او عبادت امر ورته وکړي. عل صرط مستقيم
عَلَىٰ صِرَٰطٍۢ مُّسْتَقِيمٍۢ ﴿٤﴾
تَنزِيلَ ٱلْعَزِيزِ ٱلرَّحِيمِ ﴿٥﴾
او په نېغه لا ر او سم شريعت يې او دغه نېغه لا ر او سم شريعت ستا دهغه پالونکي له لوري نازل کړل شوی چې داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، پر خپلو مؤمنو بندګانو يې ډېر مهربان دی
لِتُنذِرَ قَوْمًۭا مَّآ أُنذِرَ ءَابَآؤُهُمْ فَهُمْ غَـٰفِلُونَ ﴿٦﴾
دا مو تاته نازل کړلو ترڅو هغه قوم وډار کړې او ويې وېروې چې هغوی داسې عرب دي چې کوم رسول نه دی ورته راغلی چې ويې وېروي، نو هغوی له ايمان او دالله له يووالي څخه بې خبره دي، همدا حالت دی دهر امت چې له هغوی وېرول قطع شوي دي، له رسولانو هغه چاته دي چې وېروي يې
لَقَدْ حَقَّ ٱلْقَوْلُ عَلَىٰٓ أَكْثَرِهِمْ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿٧﴾
او له شک پرته پر ډېری دغو خلکو دالله له لوري عذاب رېښتيا شو، وروسته تردې چې هغوی ته دالله له لوري دخپل رسول په ژبه يې حق ورسېدلو، نو هغوی ايمان پرې را نه وړ، او پر خپل کفر پاتې شول، چې هغوی پر الله او دهغه پر رسول ايمان نه راوړي او نه پر هغه حق پوهيږي چې ورته راغلی دی
إِنَّا جَعَلْنَا فِىٓ أَعْنَـٰقِهِمْ أَغْلَـٰلًۭا فَهِىَ إِلَى ٱلْأَذْقَانِ فَهُم مُّقْمَحُونَ ﴿٨﴾
هغوی په دې کې دهغه چا غوندې دي چې په غاړو کې يې ځنځيرونه ور اچول شوي وي، اولا سونه يې له غاړو سره تر زنولا ندې يوځای کړل شوي وي، نو د آسمان خوا ته دخپلو سرونو پورته کولو ته اړشوي وي، چې دټيټولو توان يې نه لري، نو دغه پر الله له ايمان څخه تړل شوي دي چې پر هغه باور نه لري او دهغه لپاره سرونه نه شي ټيټولی. د د وجعلنا من بين أيديهم س اومن خلفهم س افأغشينهم فهم لا يبصرون
وَجَعَلْنَا مِنۢ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ سَدًّۭا وَمِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّۭا فَأَغْشَيْنَـٰهُمْ فَهُمْ لَا يُبْصِرُونَ ﴿٩﴾
او دهغوی دمخې لوري مو دحق په وړاندې خنډ جوړ کړی او له شا يې هم خنډ دی، او سترګې مو يې له حق څخه ورپټې کړې دي، نو داسې ليدل نه شي کولای چې ګټه ترې پورته کړای شي، هغوی لره دا وروسته تر هغه حاصل شول چې دهغوی ضد او پر کفر يې ټينګار څرګند شو. مخ ۱ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَسَوَآءٌ عَلَيْهِمْ ءَأَنذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنذِرْهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿١٠﴾
ددغو حق سره ضد کوونکو کافرانو لپاره برابره ده ای محمده! که يې ووېروې او يا يې ونه وېروې، هغوی پر هغه څه ايمان نه راوړي چې دالله له لوري ورسره راغلی يې
إِنَّمَا تُنذِرُ مَنِ ٱتَّبَعَ ٱلذِّكْرَ وَخَشِىَ ٱلرَّحْمَـٰنَ بِٱلْغَيْبِ ۖ فَبَشِّرْهُ بِمَغْفِرَةٍۢ وَأَجْرٍۢ كَرِيمٍ ﴿١١﴾
بېشکه څوک چې په حقه ستا له وېرولو ګټه پورته کوي هغه څوک دي چې دغه قرآن رېښتينی بولي او په هغو کې چې څه دي دهغو پيروي کوي او په پټه له خپل پالونکي ډاريږي، داسې چې بل څوک يې نه ويني، نو څوک چې دغه صفتونه لري هغو ته دهغه څه خبر ورکړه چې خوشحالوي يې چې هغه دالله دلوري دګناهونو له مینځه وړل دي،او دهغه دګناهونو بښنه او داسې لوی ثواب دی چې په آخرت کې به يې انتظار کوي چې هغه جنت ته ننوتل دي
إِنَّا نَحْنُ نُحْىِ ٱلْمَوْتَىٰ وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا۟ وَءَاثَـٰرَهُمْ ۚ وَكُلَّ شَىْءٍ أَحْصَيْنَـٰهُ فِىٓ إِمَامٍۢ مُّبِينٍۢ ﴿١٢﴾
له شک پرته موږ مړي را ژوندي کوو دقيامت په ورځ دحساب لپاره دهغوی په بېرته را پاڅولو سره، او ليکو دهغوی هغه نېک او بد عملونه چې ددنيا په ژوند کې يې مخکې لېږلي دي او دهغوی له مرګ وروسته هغوی لره هغه پاتې اغېز يې ليکو، هغه که نېک وي لکه صدقه جاریه، او يا بد وي لکه کفر، او موږ هر څه په څرګند کتاب کې شمېرلي دي چې هغه لوح محفوظ دی
وَٱضْرِبْ لَهُم مَّثَلًا أَصْحَـٰبَ ٱلْقَرْيَةِ إِذْ جَآءَهَا ٱلْمُرْسَلُونَ ﴿١٣﴾
او ای رسوله! دغو درواغ ګڼونکو ضد کوونکو ته يوه داسې بېلګه بيان کړه چې هغوی لره پند وي، چې دهغو کلي دخلکو کيسه ده چې رسولان يې ورته راغلل
إِذْ أَرْسَلْنَآ إِلَيْهِمُ ٱثْنَيْنِ فَكَذَّبُوهُمَا فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍۢ فَقَالُوٓا۟ إِنَّآ إِلَيْكُم مُّرْسَلُونَ ﴿١٤﴾
کله مو چې لومړی دوه رسولان ور ولېږل ترڅو دالله يووالي او دهغه عبادت ته يې را وبولي، خو دغه دواړه رسولان يې درواغجن وګڼل، نو هغوی دواړه مو ددرېيم رسول په ورلېږلو سره قوي کړل، چې درې واړو رسولانو دکلي خلکو ته وويل: له شک پرته موږ درې واړه تاسو ته را لېږل شوي يو، تر څو دالله يووالي او دهغه د شريعت پيروۍ ته مو را وبولو
قَالُوا۟ مَآ أَنتُمْ إِلَّا بَشَرٌۭ مِّثْلُنَا وَمَآ أَنزَلَ ٱلرَّحْمَـٰنُ مِن شَىْءٍ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا تَكْذِبُونَ ﴿١٥﴾
دکلي خلکو رسولانو ته وويل: تاسو يوازې زموږ غوندې بشر ياست، تاسو پر موږ کوم غوروالی نه لرئ، او رحمان (الله) پر تاسو کومه وحي هم نه ده نازله کړې، او نه ياست تاسو مګر دا چې په خپله دغه دعوی کې پر الله درواغ تړئ
قَالُوا۟ رَبُّنَا يَعْلَمُ إِنَّآ إِلَيْكُمْ لَمُرْسَلُونَ ﴿١٦﴾
دکلي خلکو ددرواغ ګڼلو په ځواب کې درې واړه رسولانو وويل: زموږ پالونکی پوهيږي ای دکلي خلکو! چې له شک پرته موږ تاسو ته دهغه له لوري استازي يو او دغه زموږ لپاره ددليل په توګه پوروالی کوي
وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ ﴿١٧﴾
او پر موږ يوازې دهغه څه څرګنده رسونه ده چې موږ ته يې تر تاسو درسونې امر شوی دی، او ستاسو دلارښوونې واک نه لرو. مخ ۲ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قَالُوٓا۟ إِنَّا تَطَيَّرْنَا بِكُمْ ۖ لَئِن لَّمْ تَنتَهُوا۟ لَنَرْجُمَنَّكُمْ وَلَيَمَسَّنَّكُم مِّنَّا عَذَابٌ أَلِيمٌۭ ﴿١٨﴾
دکلي خلکو رسولانو ته وويل: له شک پرته موږ پر تاسو بد پالي کوو، او که چېرې تاسو دالله يووالي ته زموږ له بلنې لا س په سر نه شئ، هرومرو به تاسو ته تر مرګه د ډبرو په وېشتلو سزا درکړو، او هرومرو به تاسو زموږ له لوري دردوونکی عذاب ووينئ
قَالُوا۟ طَـٰٓئِرُكُم مَّعَكُمْ ۚ أَئِن ذُكِّرْتُم ۚ بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌۭ مُّسْرِفُونَ ﴿١٩﴾
رسولانو پر هغوی درد په توګه وويل: بدپالي مو پر تاسولا زمه ده ستاسو پر الله دکفر او دهغه درسول دپيروۍ دپرېښودو له امله، ايا تاسو بدپالي نيسئ که موږ الله در په ياد کړو؟ بلکې تاسو داسې قوم ياست چې دکفر او ګناهونو په ترسره کولو کې له بريده اوړئ
وَجَآءَ مِنْ أَقْصَا ٱلْمَدِينَةِ رَجُلٌۭ يَسْعَىٰ قَالَ يَـٰقَوْمِ ٱتَّبِعُوا۟ ٱلْمُرْسَلِينَ ﴿٢٠﴾
او دکلي له لېرې ځايه يو سړی دخپل قوم له لوري درسولانو ددرواغ ګڼلو او په وژلو او آزارولو دهغوی دګوت څنډنې له وېرې په منډه منډه راغی ويل يې: ای زما قومه! دهغه څه پيروي وکړئ چې دغه رسولان ورسره راغلي دي
ٱتَّبِعُوا۟ مَن لَّا يَسْـَٔلُكُمْ أَجْرًۭا وَهُم مُّهْتَدُونَ ﴿٢١﴾
ای زما قومه! دهغه چا پيروي کوئ چې له تاسو دهغه څه په رسولو کومه بدله نه غواړي چې راوړی يې دي، او هغوی په هغه څه کې په سمه لا ر دي چې دالله له لوري دکومې وحي رسونه کوي، نو څوک چې دا ډول وي ددې وړ دی چې پيروي يې وشي
وَمَا لِىَ لَآ أَعْبُدُ ٱلَّذِى فَطَرَنِى وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿٢٢﴾
او دغه نصيحت کوونکي سړي وويل: او څه مانع دی چې دهغه الله له بندګۍ مې منع کوي چې پيداکړی يې يم؟! او څه مانع دی چې تاسو دخپل رب دعبادت څخه منع کوي چې پيداکړي يې ياست، او يوازې هغه ته به دجزا لپاره په بېرته را پاڅېدلو ورګرځئ؟!
ءَأَتَّخِذُ مِن دُونِهِۦٓ ءَالِهَةً إِن يُرِدْنِ ٱلرَّحْمَـٰنُ بِضُرٍّۢ لَّا تُغْنِ عَنِّى شَفَـٰعَتُهُمْ شَيْـًۭٔا وَلَا يُنقِذُونِ ﴿٢٣﴾
آيا له هغه الله پرته چې پيداکړی يې يم بغير له حقه نور معبودان ونيسم؟! که چېرې مې رحمان دضرر اراده ولري، ددغو معبودانو سپارښتنه نه څه را څخه لېرې کولای شي او نه دګټې او نه تاوان واک راته لري، او نه دا توان لري چې له هغه ضرره مې وباسي چې الله يې اراده راته کړې وي که چېرې پر کفر مړ شم
إِنِّىٓ إِذًۭا لَّفِى ضَلَـٰلٍۢ مُّبِينٍ ﴿٢٤﴾
له شک پرته که زه له الله پرته هغوی معبودان ونيسم، هرومرو به په څرګنده تېروتنه کې يم په دې وجه چې دهغه چا عبادت به مې کړی وي چې دعبادت وړ نه دی او دهغه چا عبادت به مې پرېښی وي چې وړ يې دی
إِنِّىٓ ءَامَنتُ بِرَبِّكُمْ فَٱسْمَعُونِ ﴿٢٥﴾
بېشکه ای زما قومه! ما پر خپل او ستاسو ټولو پر پالونکي ايمان راوړی، نو زما واورئ، زه دهغه قتل پروا نه لرم دهغه څه چې تاسو مې پرې کواښئ، دهغه قوم بل څه نه ومګر دا چې هغه يې ووژلو، نو الله جنت ته ننه اېستی. مخ ۳ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قِيلَ ٱدْخُلِ ٱلْجَنَّةَ ۖ قَالَ يَـٰلَيْتَ قَوْمِى يَعْلَمُونَ ﴿٢٦﴾
دهغه له شهادت وروسته هغه ته ددرناوي په توګه وويل شول: جنت ته ننوځه، کله چې دننه شو او په هغه کې یې نعمتونه وليدل دهيله کوونکي په توګه يې وويل: های کاشکي زما هغه قوم چې زه يې درواغجن وګڼلم او ويې وژلم پر هغه څه پوهېدلای چې ماته کومه دګناهونو بخښنه حاصله شوه، او پالونکي مې په کوم څه درناوی کړی دی، نو هغوی به ايمان راوړی ولکه ما چې ايمان راوړی دی او زما غوندې بدله به يې ترلاسه کړې وای
بِمَا غَفَرَ لِى رَبِّى وَجَعَلَنِى مِنَ ٱلْمُكْرَمِينَ ﴿٢٧﴾
دهغه له شهادت وروسته هغه ته ددرناوي په توګه وويل شول: جنت ته ننوځه، کله چې دننه شو او په هغه کې یې نعمتونه وليدل دهيله کوونکي په توګه يې وويل: های کاشکي زما هغه قوم چې زه يې درواغجن وګڼلم او ويې وژلم پر هغه څه پوهېدلای چې ماته کومه دګناهونو بښنه حاصله شوه، او پالونکي مې په کوم څه درناوی کړی دی، نو هغوی به ايمان راوړی وو لکه ما چې ايمان راوړی دی، او زما غوندې بدله به يې ترلاسه کړې وای
۞ وَمَآ أَنزَلْنَا عَلَىٰ قَوْمِهِۦ مِنۢ بَعْدِهِۦ مِن جُندٍۢ مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَمَا كُنَّا مُنزِلِينَ ﴿٢٨﴾
او موږ دهغه دقوم دتباه کولو لپاره کوم چې هغه يې درواغجن بللی او وژلی يې دی، دپرېښتو لښکر نه لېږو، چې له اسمانه يې ولېږو، او نه موږ پر امتونو دپرېښتو لېږونکي يو، کله يې چې تباه کوو، نو کار يې موږ ته تردې هم ډېر اسانه دی، نو دهغوی تباهي له اسمانه په يوه چېغه کوو، نه دعذاب دپرېښتو په لېږلو سره. إن كانت إل اصيحة وحدة فإذا هم خمدون
إِن كَانَتْ إِلَّا صَيْحَةًۭ وَٰحِدَةًۭ فَإِذَا هُمْ خَـٰمِدُونَ ﴿٢٩﴾
پس دده دقوم دتباهۍ کیسه نه وه مګر دیوې چیغې وه چې پر دوی مو راولېږله نو یو دم دوی پرېوتي[هلاک] شول چې هېڅوک ترې پاتې نشول، دوی دهغه اور په څېر وو چې بل وي بیا مړ شي، او هېڅ اثر یې پاتې نشي
يَـٰحَسْرَةً عَلَى ٱلْعِبَادِ ۚ مَا يَأْتِيهِم مِّن رَّسُولٍ إِلَّا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ ﴿٣٠﴾
ای ددروغجنوونکو بندګانو پښیمانتیا او افسوس دقیامت په ورځ کله چې دوی عذاب وویني؛ ځکه دوی به وو په دنیا کې چې هېڅ پېغمبر به ورته نه راتللو مګر دوی به پرې ملنډې وهلې او مسخرې به یې ورپسې کولې، نو ددوی پایله به دقیامت په ورځ دپښیمانتیا وي لدې کبله چې دالله په هکله یې کمی کړی ؤ
أَلَمْ يَرَوْا۟ كَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّنَ ٱلْقُرُونِ أَنَّهُمْ إِلَيْهِمْ لَا يَرْجِعُونَ ﴿٣١﴾
آیا دا دروغجنونکي او پر پېغمبرانو پورې ملنډې وهونکي په مخکینیو امتونو کې عبرت نه وینې؟ بېشکه هغوی مړه شو، او دې دنیا ته به بیا هېڅکله را ونه ګرځې، بلکې هغه څه سره مخ شو کومې کړنې یې چې وړاندې کړې وې، او زر دی چېلالله پرې بدله ورکړي. ون ك لم اجميع لدينا محضرون
وَإِن كُلٌّۭ لَّمَّا جَمِيعٌۭ لَّدَيْنَا مُحْضَرُونَ ﴿٣٢﴾
او نه دي ټول امتونه پرته له استثناء مګر زمونږ وړاندې به دقیامت په ورځ له پاڅون وروسته حاضرېدونکي وي څو په خپلوب کړنو ورته بدله ورکړي
وَءَايَةٌۭ لَّهُمُ ٱلْأَرْضُ ٱلْمَيْتَةُ أَحْيَيْنَـٰهَا وَأَخْرَجْنَا مِنْهَا حَبًّۭا فَمِنْهُ يَأْكُلُونَ ﴿٣٣﴾
داښه دلیل دی دقیامت نه منونکوته په حقانیت دقیامت چې په دې وچه کلکه ځمکه مو له آسمانه باران را ووراوه، نو ډول ډول شینکي مو پرې را شنه کړل او قسما قسم دانې مو پرې را وویستلې ددې دپاره چې خلک یې وخوري، نو هغه چا چې دا ځمکه یې دباران په را ورولو او شینکیو په شنه کولو ژوندۍ کړې ځواکمن دی په ژوندي کولو دمړو او په دوباره پاڅون دهغوی. مخ ۴ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَجَعَلْنَا فِيهَا جَنَّـٰتٍۢ مِّن نَّخِيلٍۢ وَأَعْنَـٰبٍۢ وَفَجَّرْنَا فِيهَا مِنَ ٱلْعُيُونِ ﴿٣٤﴾
او پر هغه ځمکه کې چې مونږ باران ورولی دکجورو او انګورو باغونه مو پرې ګرځولي، او داوبو هغه چینې مو پرې بیولي دي چې خړوبه کوي یې
لِيَأْكُلُوا۟ مِن ثَمَرِهِۦ وَمَا عَمِلَتْهُ أَيْدِيهِمْ ۖ أَفَلَا يَشْكُرُونَ ﴿٣٥﴾
دې لپاره چې خلک ددې باغونو له میوو څخه وخوري کوم چې پرې الله خپله لورینه کړې او ددوی پکې هېڅ کوښښ نه وه، نو آیا دالله په نعمتونو شکر نه وباسي په بندګۍ کولو یوازې دهغه او دهغه پر پېغمبرانو باور لرلو سره؟!
سُبْحَـٰنَ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلْأَزْوَٰجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنۢبِتُ ٱلْأَرْضُ وَمِنْ أَنفُسِهِمْ وَمِمَّا لَا يَعْلَمُونَ ﴿٣٦﴾
پاکي ده او لوړ دی هغه ذات دی چې دنباتاتو او ونو انواع یې پېدا کړې دي، او دخلکو له ځانونو څخه چې نارینه او ښځینه یې پېدا کړي، او هغه چې خلک یې لا نه پېژني دالله له مخلوقاتو څخه په وچه او سمندر کې او له دې دواړو پرته
وَءَايَةٌۭ لَّهُمُ ٱلَّيْلُ نَسْلَخُ مِنْهُ ٱلنَّهَارَ فَإِذَا هُم مُّظْلِمُونَ ﴿٣٧﴾
او دالله پر توحید خلکو لپاره لا رښونه داده چې مونږ روښنایي دورځې په وړلو سره او دشپې په راتللو سره وړو کله چې ورځ ترېنه وباسو، او دورځې له تللو وروسته تیاره راوړو، پس یو دم خلک په تیاره کې ننوتونکي شي
وَٱلشَّمْسُ تَجْرِى لِمُسْتَقَرٍّۢ لَّهَا ۚ ذَٰلِكَ تَقْدِيرُ ٱلْعَزِيزِ ٱلْعَلِيمِ ﴿٣٨﴾
او دوی لپاره دالله په یووالي دا لمر نښه ده چې ټاکلي ځای ته چې الله یې په اندازه پوهېږي چلېږي او ترې نه تېرېږي، دا اندازه کول دهغه غالب ذات اندازه ده چې هېڅوک پرې نشي برلاسه کېدلی، پوه ذات چې هېڅ ترې نشي پټېدلای دمخلوقانو له کار څخه
وَٱلْقَمَرَ قَدَّرْنَـٰهُ مَنَازِلَ حَتَّىٰ عَادَ كَٱلْعُرْجُونِ ٱلْقَدِيمِ ﴿٣٩﴾
او دالله تعالی پر توحید دوی لپاره نښه دا سپوږمۍ ده چې هره شپه مو په پړاوونو سره اندازه کړې ده؛ کوچنۍ پېل کېږي بیا غټېږي بیا کوچنۍ کېږي تر دې چې په نريوالي، کوږوالي، زیړوالي او زوړوالي کې دکجورې دوږې دهغه کږې اوزړې نیلې په څېر وګرځي. ل
لَا ٱلشَّمْسُ يَنۢبَغِى لَهَآ أَن تُدْرِكَ ٱلْقَمَرَ وَلَا ٱلَّيْلُ سَابِقُ ٱلنَّهَارِ ۚ وَكُلٌّۭ فِى فَلَكٍۢ يَسْبَحُونَ ﴿٤٠﴾
دلمر او سپوږمۍ او شپې او ورځې نښانې دالله تعالی په اندازه کولو سره ټاکل شوې دي، نو له هغه څه څخه مخکې نه ځي کوم چې ورته ټاکل شوی وي، نو نه لمر لره شونې ده چې په سپوږمۍ پسې ورسي چې لا ره یې بدله کړي او یا یې روښنایي یوسي، او نه شپې لره شونې ده چې له ورځ مخکې شي او له وخت پوره کېدلو مخکې داخله شي، او دا ټول تابع شوي مخلوقات او نورو، ستارو او سیارو لپاره خپل ځانګړي لا رې دي دالله په اندازه کولو او ساتنې سره
وَءَايَةٌۭ لَّهُمْ أَنَّا حَمَلْنَا ذُرِّيَّتَهُمْ فِى ٱلْفُلْكِ ٱلْمَشْحُونِ ﴿٤١﴾
او همدا راز دوی ته دالله په یووالي بله نښه او دهغه لورینه په خپلو بندګانو داده چې مونږ سپاره کړل هغه خلک چې دطوفان څخه ژغورل شوي وو دآدم له نسل څخه دنوح په زمانه کې، دمخلوقاتو څخه ډکه بېړۍ کې، بېشکه الله تعالی پکې له هر جنس څخه جوړه سپاره کړل. وخلقنا لهم من مثله ما يركبون
وَخَلَقْنَا لَهُم مِّن مِّثْلِهِۦ مَا يَرْكَبُونَ ﴿٤٢﴾
او نښه ده دوی دپاره دالله په یووالي او دهغه دلورینې په خپلو بندګانو چې دوی ته مو دنوح علیه السلام دبیړۍ په شان نور دسورلۍ شیان هم پېدا کړي. مخ ۵ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر وإن نشأ نغرقهم فلا صريخلهم ولا هم ينقذون
وَإِن نَّشَأْ نُغْرِقْهُمْ فَلَا صَرِيخَ لَهُمْ وَلَا هُمْ يُنقَذُونَ ﴿٤٣﴾
او که چېرې مونږ ددوی ډوبول غوښتلی نو ډوب کړي به مو وی، نو هیڅ چیغه اورېدونکی به یې چیغه وا نه وري که چېرې مونږ یې ډوبول غوښتل، او نه به هېڅ ژغورونکي ژغورلی وای کله چې زمونږ په امر او پرېکړه ډوب شوي وو. إ ل ارحمة منا ومتعا إ لى حين
إِلَّا رَحْمَةًۭ مِّنَّا وَمَتَـٰعًا إِلَىٰ حِينٍۢ ﴿٤٤﴾
مګر دا چې مونږ پرې دډوبېدو څخه دژغورنې لورینه وکړه او را وموګرځول څو تر یوې ټاکلې نېټې پورې ګټه واخلي چې ترې نه وړاندې کېږي، ددې دپاره چې عبرت واخلي او ایمان راوړي
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ٱتَّقُوا۟ مَا بَيْنَ أَيْدِيكُمْ وَمَا خَلْفَكُمْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿٤٥﴾
او کله چې دې مشرکانو او له ایمان مخ اړونکو ته وویل شي: ځان وساتئ دآخرت له هغو کارونو او سختیو څخه چې ستاسو مخ کې دي، اوځان وساتئ له شاته شوې دنیا څخه په دې هیله چې الله درباندې دخپلې لورینې احسان وکړي؛ دوی یې نه مني، بلکې مخ اړوي په بې پروایۍ سره. وما تأتيهم من ءاية من ءايت ربهم إل اكانوا عنها معرضين
وَمَا تَأْتِيهِم مِّنْ ءَايَةٍۢ مِّنْ ءَايَـٰتِ رَبِّهِمْ إِلَّا كَانُوا۟ عَنْهَا مُعْرِضِينَ ﴿٤٦﴾
او هر کله چې دې سرکښو مشرکانو ته دالله هغه آیاتونه راشي چې دده په یووالي او یوازې دده دبندګۍ په وړتیا دلالت کوي، دوی ترې مخ اړوونکي عبرت نه اخیستونکي وي
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ أَنفِقُوا۟ مِمَّا رَزَقَكُمُ ٱللَّهُ قَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لِلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَنُطْعِمُ مَن لَّوْ يَشَآءُ ٱللَّهُ أَطْعَمَهُۥٓ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا فِى ضَلَـٰلٍۢ مُّبِينٍۢ ﴿٤٧﴾
فى ضلل م بين او کله چې دې سرکښو ته وویل شي: دبېوزلو سره او غریبانو سره مرسته وکړئ له هغو شتمنیو څخه چې الله تاسو ته درکړي، په بد ګڼونکي توګه مومنانو ته ځواب وایي: آیا مونږ پر هغه چا وخورو چې که چېرې الله دهغوی خوراک وغواړي خپله به یې پرې وخوري؟! نو مونږ دهغه دغوښتنې مخالفت نه کوو، نه یاست تاسو -ای مومنانو- مګر په ښکاره تېروتنه کې له حق څخه لرې
وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَـٰذَا ٱلْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ ﴿٤٨﴾
او دبعث (پاڅون) نه منونکي کافران او دهغه دروغجنوونکي او لرې ګڼونکي وایي: دا پاڅون (بعث) کله دی؟ که چېرې تاسو -ای مومنانو- په خپله دعوی کې چې واقع کېدونکی دی ریښتینې یاست؟! ما ينظرون إ ل اصيحة وحدة تأ خذهم وهم يخصمون
مَا يَنظُرُونَ إِلَّا صَيْحَةًۭ وَٰحِدَةًۭ تَأْخُذُهُمْ وَهُمْ يَخِصِّمُونَ ﴿٤٩﴾
دا دپاڅون دروغجنوونکي او لرې ګڼونکي دبل څه انتظار نه باسي پرته له لومړي پوکي کله چې په شپېلۍ کې پوک شي، نو نا څاپه به پرې سخته چیغه وشي چې دوی به خپلو دنیوي کارونو لکه پېرل او پلورل او خړوبولو او څرولو او ددنیا نورو کارونو کې اخته وي
فَلَا يَسْتَطِيعُونَ تَوْصِيَةًۭ وَلَآ إِلَىٰٓ أَهْلِهِمْ يَرْجِعُونَ ﴿٥٠﴾
نو کله چې پرې ناڅابه دا سخته چیغه وشي بیا به نه یو بل ته وصیت (سپارښتنه) کولای شي او نه به خپلو کورونو او اهل ته ستنېدلای شي، بلکې په همدې حال به مړه شي کومو کارونو کې چې مشغوله وو. مخ ۶ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَنُفِخَ فِى ٱلصُّورِ فَإِذَا هُم مِّنَ ٱلْأَجْدَاثِ إِلَىٰ رَبِّهِمْ يَنسِلُونَ ﴿٥١﴾
او په شپیلۍ کې به دویم پوکی دپاڅون لپاره وشي، نو ناڅاپه به دوی ټول له خپلو قبرونو څخه راوځي او دخپل رب لوري ته به دحساب او بدلې لپاره منډې وهي
قَالُوا۟ يَـٰوَيْلَنَا مَنۢ بَعَثَنَا مِن مَّرْقَدِنَا ۜ ۗ هَـٰذَا مَا وَعَدَ ٱلرَّحْمَـٰنُ وَصَدَقَ ٱلْمُرْسَلُونَ ﴿٥٢﴾
دغه په پاڅون کفر کوونکي دروغجنونکي به په داسې حال کې وایي چې پښیمانه به وي: ای زمونږ زیانه، څوک دی هغه چې مونږ یې له قبرونو څخه پاڅولو؟! نو ځواب به ورته وویل شي: دا هغه ژمنه ده چې الله کړې بېشکه واقع کېدونکې ده، او پېغمبرانو رښتیا ویلي وو په هغه څه کې چې دخپل رب لخوا یې رسولې وو. إن كانت إل اصيحة وحدة فإذا هم جميع لدينا محضرون
إِن كَانَتْ إِلَّا صَيْحَةًۭ وَٰحِدَةًۭ فَإِذَا هُمْ جَمِيعٌۭ لَّدَيْنَا مُحْضَرُونَ ﴿٥٣﴾
له قبرونو څخه پاڅېدل نه دي پرته له دې چې په شپیلۍ کې ددویم پوکي اغیز وي، نو ناڅاپه به ټول مخلوقات دقیامت په ورځ مونږ ته دحساب لپاره حاضر شي
فَٱلْيَوْمَ لَا تُظْلَمُ نَفْسٌۭ شَيْـًۭٔا وَلَا تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿٥٤﴾
په دغه ورځ به دانصاف پرېکړه وي، نو -ای بندګانو-په تاسو به دهېڅ شي زیاتی نه کېږي دګناهونو په زیاتېدلو یا دنیکیو په کمېدلو، بېشکه تاسو ته به دهغو کړنو بشپړه بدله درکول کېږي چې ددنیا په ژوند کې مو ترسره کړي
إِنَّ أَصْحَـٰبَ ٱلْجَنَّةِ ٱلْيَوْمَ فِى شُغُلٍۢ فَـٰكِهُونَ ﴿٥٥﴾
بېشکه جنتیان به دقیامت په ورځ مصروفه وي دسوچ وهلو نه په نور څه کې؛ ځکه چې کوم تلپاتې نعمتونه او ستره بریا ویني، نو دوی به په همدې کې خوشاله مزې کوي
هُمْ وَأَزْوَٰجُهُمْ فِى ظِلَـٰلٍ عَلَى ٱلْأَرَآئِكِ مُتَّكِـُٔونَ ﴿٥٦﴾
دوی او میرمنې یې په کټونو کې دجنت دپراخه سیورولا ندې نعمتونو کې وي. لهم فيها فكهة ولهم م ايد عون
لَهُمْ فِيهَا فَـٰكِهَةٌۭ وَلَهُم مَّا يَدَّعُونَ ﴿٥٧﴾
دوی لره به په جنت کې ډول ډول پاکې میوې وي له انګورو، انځرو او انارو څخه، او دوی لره به هر هغه خوندونه او نعمتونه وي چې غواړي یې، نو هر څه چې وغواړي شتون به ولري. سلم قولا من ر ب رحيم
سَلَـٰمٌۭ قَوْلًۭا مِّن رَّبٍّۢ رَّحِيمٍۢ ﴿٥٨﴾
او دوی ته به له دې نعمتونو پورته سلامتیا وي، وینا ده ددوی دمهربان رب لخوا، نو کله چې پرې سلام واچوي نو سلامتیا به پرې له ټولو خواوو وي، او داسې ښه راغلاست به ورته وشي چې له هغې پورته بل ښه راغلاست نشته
وَٱمْتَـٰزُوا۟ ٱلْيَوْمَ أَيُّهَا ٱلْمُجْرِمُونَ ﴿٥٩﴾
او دقیامت په ورځ به مشرکانو ته وویل شي: له مؤمنانو بېل شئ، نو دوی ته مناسب نده چې تاسو سره وي؛ ځکه ستاسو او ددوی بدله او ستاسو او ددوی صفتونه سره جلا دي. مخ ۷ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر و
۞ أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَـٰبَنِىٓ ءَادَمَ أَن لَّا تَعْبُدُوا۟ ٱلشَّيْطَـٰنَ ۖ إِنَّهُۥ لَكُمْ عَدُوٌّۭ مُّبِينٌۭ ﴿٦٠﴾
آیا تاسو ته مې دخپلو پېغمبرانو په خولو سپارښتنه او امر نه ؤکړی او نه مې ؤویلي چې: ای دآدم زامنو، په کفر او ګناهونو ترسره کولو کې دشیطان مه منئ، بېشکه شیطان په ښکاره دښمنۍ سره دښمن دی، نو یو هوښیار کس ته څرنګه ممکن دي چې دهغه دښمن ومني کوم چې ښکاره دښمني کوي؟!
وَأَنِ ٱعْبُدُونِى ۚ هَـٰذَا صِرَٰطٌۭ مُّسْتَقِيمٌۭ ﴿٦١﴾
او تاسو ته مو ای بني آدمه امر کړی چې يوازې زما عبادت وکړئ او له ما سره هيڅ شی شريک نه کړئ، نو يوازې زما عبادت او زما پيروي داسې نېغه لا ر ده چې زما رضا او دجنت ننه وېستلو ته مو رسوي، خو تاسو پر هغه څه عمل نه کوئ چې زه ليې سپارښتنه درته کوم او امر درته کوم
وَلَقَدْ أَضَلَّ مِنكُمْ جِبِلًّۭا كَثِيرًا ۖ أَفَلَمْ تَكُونُوا۟ تَعْقِلُونَ ﴿٦٢﴾
او خامخا شیطان له تاسو څخه ډېر خلک بې لا رې کړي، نو آیا ستاسو عقلونه نه وو چې تاسو ته دخپل رب دمنلو او یوازې دهغه دعبادت کولو امر کړی وی، او د هغه شیطان له منلو مو ووېروي چې په ښکاره دښمنۍ مو دښمن دی؟!
هَـٰذِهِۦ جَهَنَّمُ ٱلَّتِى كُنتُمْ تُوعَدُونَ ﴿٦٣﴾
دا هماغه جهنم دی چې تاسو سره به پرې ستاسو دکفر له کبله وعده کېدله، او له تاسو پټ ؤ، او نن ورځ یې تاسو په سترګو وینئ
ٱصْلَوْهَا ٱلْيَوْمَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ ﴿٦٤﴾
نن ورننوځئ، او دردمن شئ دګرمۍ څخه یې له دې کبله چې تاسو ددنیا په ژوند کې په الله کفر کولو
ٱلْيَوْمَ نَخْتِمُ عَلَىٰٓ أَفْوَٰهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَآ أَيْدِيهِمْ وَتَشْهَدُ أَرْجُلُهُم بِمَا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ ﴿٦٥﴾
نن به ددوی په خولو مهر وهو نو دګونګیانو په څېر به ویني خو خبرې به نشي کولای چې دخپل کفر او ګناهونو څخه انکار وکړي چې کول یې، اولا سونه به یې مونږ ته دهغه څه په اړه خبرې کوي چې په دنیا کې یې پرې کول، او پښې به یې شاهدي ورکوي په هغه څه چې دوی به پرې کوم ګناهونه کول او ورتلل به
وَلَوْ نَشَآءُ لَطَمَسْنَا عَلَىٰٓ أَعْيُنِهِمْ فَٱسْتَبَقُوا۟ ٱلصِّرَٰطَ فَأَنَّىٰ يُبْصِرُونَ ﴿٦٦﴾
او که مونږ ددوی دسترګو له منځه وړل وغواړو نو یو به یې سو پس نه به ویني، نو له یو بل به لا رې ته وړاندې کېږي چې جنت ته ترې تېر شي، نو لرې ده چې تېر شي په داسې حال کې چې سترګې یې له منځه تللې وي. ي
وَلَوْ نَشَآءُ لَمَسَخْنَـٰهُمْ عَلَىٰ مَكَانَتِهِمْ فَمَا ٱسْتَطَـٰعُوا۟ مُضِيًّۭا وَلَا يَرْجِعُونَ ﴿٦٧﴾
او که مونږ ددوی دپېدایښت بدلون او په خپلو پښو کښینول وغواړو نو پېدایښت به یې بدل کړو او په خپلو پښو به یې کښینوو، نو له خپلو ځایو به نشي خوځېدلای، او نه به مخ ته تللی شي، او نه به شاته ګرځېدلی شي
وَمَن نُّعَمِّرْهُ نُنَكِّسْهُ فِى ٱلْخَلْقِ ۖ أَفَلَا يَعْقِلُونَ ﴿٦٨﴾
او دهغو خلکو چې ژوند اوږدوو دعمر په اوږدولو نو دکمزورتیا دورې ته یې راګرځوو، نو آیا په خپلو عقلونو کې سوچ نه وهي؟ او نه مومي چې دا کور تلپاتې کور نه دی، او بېشکه تلپاتې کور خو دآخرت کور دی. مخ ۸ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَمَا عَلَّمْنَـٰهُ ٱلشِّعْرَ وَمَا يَنۢبَغِى لَهُۥٓ ۚ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌۭ وَقُرْءَانٌۭ مُّبِينٌۭ ﴿٦٩﴾
او مونږ نه محمد صلی الله علیه وسلم ته شعر ښوولی ؤاو نه ورسره ښایي؛ ځکه چې دده په طبیعت کې نشته او دده مزاج یې نه غواړي، څو ستاسو دا دعوه درسته شي چې شاعر دی، هغه څه چې مونږ ورښوولي نه دي پرته له ذکر او څرګند قرآنيڅخه دهغه چا لپاره چې سوچ پرې کوي
لِّيُنذِرَ مَن كَانَ حَيًّۭا وَيَحِقَّ ٱلْقَوْلُ عَلَى ٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿٧٠﴾
ددې لپاره چې که دچا زړه ژوندی او روښان عقل ولري، نو هماغه ترې ګټه اخلي او دعذاب خبره په کافرانو ثابتېږي، ځکه چې حجت پرې قائم شوی په نازلېدو د هغه او دهغه دبلنې رسېدلو دوی ته، نو هېڅ عذر به دوی ته پاتې نشي چې وړاندې یې کړي
أَوَلَمْ يَرَوْا۟ أَنَّا خَلَقْنَا لَهُم مِّمَّا عَمِلَتْ أَيْدِينَآ أَنْعَـٰمًۭا فَهُمْ لَهَا مَـٰلِكُونَ ﴿٧١﴾
آیا نه یې دي لیدلي چې مونږ ورته څاروي پېدا کړي، نو دوی ددې څاروو دچارو مالکان دي؛ هغسې لا سوهنه پکې کوي څرنګه چې ددوی ګټې وغواړي. وذللنها لهم فمنها ركوبهم ومنها يأكلون
وَذَلَّلْنَـٰهَا لَهُمْ فَمِنْهَا رَكُوبُهُمْ وَمِنْهَا يَأْكُلُونَ ﴿٧٢﴾
او مونږ ورته هغه تابع کړې دي او غاړه ایښودونکي مو ګرځولي، نو دځینو په شاګانو سپرېږي او بارونه باروي، او دځینو له غوښو خوري
وَلَهُمْ فِيهَا مَنَـٰفِعُ وَمَشَارِبُ ۖ أَفَلَا يَشْكُرُونَ ﴿٧٣﴾
او دوی لره پکې په شا دسپرلۍ او غوښو خوړلو پرته نورې ګټې هم شته، لکه ددوی وړۍ، ددوی اون او ددوی وژغنو او ددوی قیمتونو؛ نو له دې څخه فرشونه او لباس جوړوي، او په دې کې ددوی دڅښاک شیان دي چې له شېدو څخه یې څښي، نو آیا دهغه الله شکر نه وباسي چې ددې او نورو نعمتونو احسان یې پرې کړی؟!
وَٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِ ٱللَّهِ ءَالِهَةًۭ لَّعَلَّهُمْ يُنصَرُونَ ﴿٧٤﴾
او مشرکانو له الله پرته نور باطل معبودان ونیول په دې هیله یې عبادت کولو چې ددوی مرسته وکړي او دالله له عذاب څخه یې وژغوري. لا يستطيعون نصرهم وهم لهم جند م حضرون
لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَهُمْ وَهُمْ لَهُمْ جُندٌۭ مُّحْضَرُونَ ﴿٧٥﴾
دغه باطل معبودان چې دوی نیولي دخپلو ځانونو مرسته نشي کولی او دهغو کسانو چې له الله پرته یې ددوی عبادت کولو، او دوی او ددوی بوتان به ټول په عذاب کې حاضر وي هر یو به له بل څخه بېزاره وي
فَلَا يَحْزُنكَ قَوْلُهُمْ ۘ إِنَّا نَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ ﴿٧٦﴾
ای پېغمبره! تا دې ددوی وینا نه غمجن کوي دا چې: بېشکه ته استازی نه یې، یا ته شاعر یې، او داسې نور تورونه ددوی. بېشکه مونږ پوهېږو په هغه څه چې دوی یې پټوي او هغه څه چې ښکاره کوي یې، هېڅ هم له مونږ پټ نه دي، او ژر دی چې بدله به پرې ورکړو
أَوَلَمْ يَرَ ٱلْإِنسَـٰنُ أَنَّا خَلَقْنَـٰهُ مِن نُّطْفَةٍۢ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌۭ مُّبِينٌۭ ﴿٧٧﴾
آیا هغه انسان چې له مرګ وروسته له پاڅون (بعث) څخه انکار کوي پدې یې سوچ نه دی کړی چې مونږ دی له مني پېدا کړی، بیا په ګڼو پړاوونو تېر شوی تر دې چې وزېږید او لوی شو، بیا ډېر جګړه مار وګرځېد؛ آیا ده هغه څه نه ولېدلي چې دبعث (پاڅون) دواقع کېدو په اړه پرې استدلال وکړي؟!. مخ ۹ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًۭا وَنَسِىَ خَلْقَهُۥ ۖ قَالَ مَن يُحْىِ ٱلْعِظَـٰمَ وَهِىَ رَمِيمٌۭ ﴿٧٨﴾
دا کافر بې پروا او ناپوهه دی چې په خاورې شوو هډوکو دپاڅون (بعث) په ناشونې کېدلو استدلال کوي، نو وایي: څوک یې راګرځوي؟ او خپل پېدایښت ترې پټ دی چې هغه نشت ؤ
قُلْ يُحْيِيهَا ٱلَّذِىٓ أَنشَأَهَآ أَوَّلَ مَرَّةٍۢ ۖ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ ﴿٧٩﴾
ورته په ځواب کې وایه -ای محمده-: دا خاورې شوي هډوکي به هغه څوک را ژوندي کوي چا چې لومړي ځل پېدا کړي وو، نو چا چې په لومړي ځل پېدا کړي هغه یې دژوند بېرته ورګرځولو څخه نه ناتوانه کېږي، او هغه سپېڅلی په هر ډول پېدایښت ښه پوهه دی، هېڅ شی ترینه نشي پټېدلای
ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُم مِّنَ ٱلشَّجَرِ ٱلْأَخْضَرِ نَارًۭا فَإِذَآ أَنتُم مِّنْهُ تُوقِدُونَ ﴿٨٠﴾
هغه ذات چې تاسو -ای خلکو- ته یې له شنې تازه ونې څخه اور ګرځولی چې تاسو یې ترې راوباسئ او یو دم ترې اور بلوئ، نو هغه څوک چې دوه مخالف شیان -دشنې ونې داوبو لوندوالی، او په هغې کې بل شوی اور- یو ځای کړي دمړو په ژوندي کولو واکمن دی
أَوَلَيْسَ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ بِقَـٰدِرٍ عَلَىٰٓ أَن يَخْلُقَ مِثْلَهُم ۚ بَلَىٰ وَهُوَ ٱلْخَلَّـٰقُ ٱلْعَلِيمُ ﴿٨١﴾
آیا هغه ذات چې آسمانونه او ځمکه یې سره له لویوالي پېدا کړي قادر نه دی په ژوندي کولو دمړو وروسته له مرګ نه؟ ولې نه، بېشکه خامخا پرې قادر دی او هغه ښه پېدا کونکی دی چې ټول مخلوقات یې پېدا کړي، ډیر پرې پوه دی، هېڅ شی هم ترې نه پټېږي
إِنَّمَآ أَمْرُهُۥٓ إِذَآ أَرَادَ شَيْـًٔا أَن يَقُولَ لَهُۥ كُن فَيَكُونُ ﴿٨٢﴾
بېشکه دالله امر او کار داسې وي چې کله دیو شي دپېدایښت اراده وکړي نو ورته ووایي: شه، نو کوم شی چې غواړي هغه وشي، او له دې څخه چې غواړي یې ژوندي کول او مړه کول او را پورته کول او داسې نور دي
فَسُبْحَـٰنَ ٱلَّذِى بِيَدِهِۦ مَلَكُوتُ كُلِّ شَىْءٍۢ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿٨٣﴾
نو الله پاک او سپېڅلی دی له هغه ناتوانۍ څخه چې مشرکان یې ورته منسوبوي، نو هغه لره خو دټولو شیانو پاچایي ده لا سوهنه پکې کوي څرنګه چې وغواړي، او د ده په لا س کې دهر شي کلیګانې دي، او یوازې همده ته په آخرت کې ورګرځول کېږئ، نو تاسو ته به ستاسو دکړنو بدله درکوي. مخ ۱۰ له ۱۰ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر