کورتفسیرفاطر (٣٥)

تفسیر فاطر — Faatir (35)

مکي · ٤٥ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ فَاطِرِ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ جَاعِلِ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةِ رُسُلًا أُو۟لِىٓ أَجْنِحَةٍۢ مَّثْنَىٰ وَثُلَـٰثَ وَرُبَـٰعَ ۚ يَزِيدُ فِى ٱلْخَلْقِ مَا يَشَآءُ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۭ ﴿١﴾

ى ټولې دکمال ستاينې هغه الله لره دي چې پرته له پخوانۍ بېلګې دآسمانونو او ځمکې پيداکوونکی دی، هغه ذات چې پرېښتې يې استازي ګرځولې دي، تر څو دهغه اندازه کړي امرونه پلي کړي، ځينې يې نبيانو ته وحي رسوي او په ور سپارل شوي امانت کې پر هغوی واکمنې دي، او ځينې يې ددوو او دريو او څلورو وزرونو څښتنانې دي چې پرې الوزي تر څو هغه څه پلي کړي چې امر ورته پرې شوی دی، الله چې وغواړي په پيدايښت کې په غړي، ښايست او آواز سره زياتوالی راولي، بېشکه الله پر هرڅه ځواکمن دی هيڅ شی يې نه شي عاجزه کولای

مَّا يَفْتَحِ ٱللَّهُ لِلنَّاسِ مِن رَّحْمَةٍۢ فَلَا مُمْسِكَ لَهَا ۖ وَمَا يُمْسِكْ فَلَا مُرْسِلَ لَهُۥ مِنۢ بَعْدِهِۦ ۚ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ ﴿٢﴾

پرته له شکه دهر څه چابيانې (کلیانې) دالله په واک کې دي، نو کومه روزي، لا رښوونه، نېکمرغي او داسې نورې پېرزوينې چې خلکو ته پرانيزي، هيڅوک يې له دغه څخه نه شي منع کولای او نه بندولای او دهغه له بندلو وروسته يې هيڅوک نه شي ور پرېښودلی، هغه داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په خپل مخلوق، تقدير او تدبير کې دحکمت څښتن دی

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱذْكُرُوا۟ نِعْمَتَ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ ۚ هَلْ مِنْ خَـٰلِقٍ غَيْرُ ٱللَّهِ يَرْزُقُكُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ ۚ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ فَأَنَّىٰ تُؤْفَكُونَ ﴿٣﴾

فأ نى تؤفكون اې خلکو! پر تاسو دالله پېرزوينه په خپلو زړونو، ژبو او دغړو په اعمالو ياده کړئ، ايا تاسې لره له الله پرته بل پيداکوونکی شته چې له اسمانه دباران په اورولو روزي درکړي او له ځمکې روزي درکړي چې مېوې، کښتونه او له دغه پرته نور شيان را شنه کړي؟ له هغه پرته په حقه بل معبود نشته، نو له دغه وروسته له حقه چېرې مخونه اړوئ او پر الله درواغ تړئ او ګومان کوئ چې الله لره شريکان دي، حال داچې همغه دی چې تاسې يې پيداکړي ياست او روزي درکوي

وَإِن يُكَذِّبُوكَ فَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌۭ مِّن قَبْلِكَ ۚ وَإِلَى ٱللَّهِ تُرْجَعُ ٱلْأُمُورُ ﴿٤﴾

او ای رسوله! که ستا قوم ته درواغجن ګڼلی یې، نو صبر وکړه، ته لومړنی رسول نه يې چې قوم يې درواغجن ګڼلی وي، له شک پرته له تا مخکې امتونو لکه عاد، ثمود او دلوط قوم خپل رسولان يې درواغجن ګڼلي دي، او یوازې یو الله ته ټولې چارې ورګرځول کيږي، نو درواغ ګڼونکي به تباه کړل شي، او دهغه درسولانو او مؤمنانو مرسته به وکړل شي. ق

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنَّ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقٌّۭ ۖ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَا ۖ وَلَا يَغُرَّنَّكُم بِٱللَّهِ ٱلْغَرُورُ ﴿٥﴾

ای خلکو! له شک پرته دقيامت په ورځ دبېرته را پورته کولو او جزا په اړه دالله ژمنه حق ده چې هيڅ شک پکې نشته، نو ددنيا دژوند خوندونه او دهغې هوسونه دې ددغې ورځې لپاره په نېک عمل کولو تاسو له چمتووالي څخه دوکه نه کړي، او نه مو دې شیطان دباطل په ښايسته کولو او ددنيا ژوند ته په مخ اړولو تاسو په دوکه کې واچوي. و

إِنَّ ٱلشَّيْطَـٰنَ لَكُمْ عَدُوٌّۭ فَٱتَّخِذُوهُ عَدُوًّا ۚ إِنَّمَا يَدْعُوا۟ حِزْبَهُۥ لِيَكُونُوا۟ مِنْ أَصْحَـٰبِ ٱلسَّعِيرِ ﴿٦﴾

ای خلکو! له شک پرته شيطان ستاسو لپاره په تلپاتې دښمنۍ دښمن دی، نو هغه په دښمنۍ ونيسئ چې له هغه سره دجګړې التزام وکړئ، بېشکه هغه خپل پيروان پر الله کفر ته رابولي، تر څو يې دقيامت په ورځ پايله لمبه وهونکي اور ته ننوتل شي. مخ ۱ له ۷ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَهُمْ عَذَابٌۭ شَدِيدٌۭ ۖ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ لَهُم مَّغْفِرَةٌۭ وَأَجْرٌۭ كَبِيرٌ ﴿٧﴾

هغه کسان دشیطان دپيروۍ له امله يې پر الله کفر کړی، هغوی لره پياوړی عذاب دی، او هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی او نېک عملونه يې کړي دي هغوی لره دالله له لوري دهغوی دګناهونو بښنه ده او هغوی لره دالله له لوري لوی اجر دی چې هغه جنت دی

أَفَمَن زُيِّنَ لَهُۥ سُوٓءُ عَمَلِهِۦ فَرَءَاهُ حَسَنًۭا ۖ فَإِنَّ ٱللَّهَ يُضِلُّ مَن يَشَآءُ وَيَهْدِى مَن يَشَآءُ ۖ فَلَا تَذْهَبْ نَفْسُكَ عَلَيْهِمْ حَسَرَٰتٍ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌۢ بِمَا يَصْنَعُونَ ﴿٨﴾

بېشکه هغه څوک چې شيطان يې بد عمل ورته ښايسته کړی او هغه يې دښايسته والي عقيده لري، دهغه چا غوندې نه دی چې الله هغه لره حق ښايسته کړی وي او هغه دحق والي عقيده ولري، بېشکه الله چې چاته وغواړي لا رورکی کوي يې او چاته چې وغواړي لا ر ورته ښيي، هغه لره کوم اړ اېستونکی نشته، نو ای رسوله! خپل ځان دې دخپګان له امله دلارورکو دلارورکۍ له امله مه تباه کوه، بېشکه الله پاک پر هغه څه ښه پوه دی چې هغوی يې کوي، له هغه دهغوی له کړنو هيڅ هم نه پټيږي

وَٱللَّهُ ٱلَّذِىٓ أَرْسَلَ ٱلرِّيَـٰحَ فَتُثِيرُ سَحَابًۭا فَسُقْنَـٰهُ إِلَىٰ بَلَدٍۢ مَّيِّتٍۢ فَأَحْيَيْنَا بِهِ ٱلْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ۚ كَذَٰلِكَ ٱلنُّشُورُ ﴿٩﴾

او الله هغه ذات دی چې بادونه يې لېږلي، دغو بادونو ورېځو ته خوځښت ورکړی، او ورېځې مو داسې ښار ته چلولې دي چې هلته شينګيا نشته، نو دهغو په اوبو مو ځمکه دهغې له وچ والي وروسته دشينګيوو په راټوکولورا ژوندۍ کړې ده، لکه څنګه مو چې دغه ځمکه دهغې له مړينې وروسته په هغې کې دشينګيوو په اېښودلو سره ژوندۍ کړې ده، همدارنګه به دقيامت په ورځ دمړو بېرته را ژوندي کول وي

مَن كَانَ يُرِيدُ ٱلْعِزَّةَ فَلِلَّهِ ٱلْعِزَّةُ جَمِيعًا ۚ إِلَيْهِ يَصْعَدُ ٱلْكَلِمُ ٱلطَّيِّبُ وَٱلْعَمَلُ ٱلصَّـٰلِحُ يَرْفَعُهُۥ ۚ وَٱلَّذِينَ يَمْكُرُونَ ٱلسَّيِّـَٔاتِ لَهُمْ عَذَابٌۭ شَدِيدٌۭ ۖ وَمَكْرُ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُوَ يَبُورُ ﴿١٠﴾

څوک چې په دنيا او يا په آخرت کې عزت غواړي، نو له الله پرته له بل چا دې نه غواړي، يوازې يو الله لره په دنيا او آخرت کې عزت دی، يوازې هغه ته پاکې خبرې[اذکارشرعیه،قران] ورخېژي،اونیک عمل الله خپل ځانته پورته کوي او څوک چې ناوړه تدبيرونه جوړوي، لکه درسول صلی الله عليه وسلم دوژلو هڅه، هغوی لره سخت عذاب دی، او ددغو کافرانو چل به له منځه ځي او خرابيږي به، او هغوی لره به کومې موخې ته ونه رسوي

وَٱللَّهُ خَلَقَكُم مِّن تُرَابٍۢ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍۢ ثُمَّ جَعَلَكُمْ أَزْوَٰجًۭا ۚ وَمَا تَحْمِلُ مِنْ أُنثَىٰ وَلَا تَضَعُ إِلَّا بِعِلْمِهِۦ ۚ وَمَا يُعَمَّرُ مِن مُّعَمَّرٍۢ وَلَا يُنقَصُ مِنْ عُمُرِهِۦٓ إِلَّا فِى كِتَـٰبٍ ۚ إِنَّ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرٌۭ ﴿١١﴾

او الله هغه ذات دی چې ستاسو پلار آدم يې له خاورې پيداکړ، بيا يې تاسو له مني پيداکړئ، بيا يې تاسو نارينه او ښځينه وګرځولئ، چې په خپلو منځو کې ودونه سره کوئ، نه کومه مېرمن بچی اخلي او نه خپل بچی زيږوي مګر دهغه پاک ذات په پوهه سره، له هغه ددغو څخه هيڅ هم نه شي پټېدلای، دهغه له مخلوقه نه دچا په عمر کې زياتوالی راځي او نه ترې کميږي مګر دا په لوح محفوظ کې ليکل شوي دي، بېشکه دغه ياد شوی له خاورې ستاسو پيدايښت، په پړاوونو کې ستاسو پيدايښت او په لوح محفوظ کې ستاسو دعمرونو ليکل دا ټول پر الله آسانه دي. ي

وَمَا يَسْتَوِى ٱلْبَحْرَانِ هَـٰذَا عَذْبٌۭ فُرَاتٌۭ سَآئِغٌۭ شَرَابُهُۥ وَهَـٰذَا مِلْحٌ أُجَاجٌۭ ۖ وَمِن كُلٍّۢ تَأْكُلُونَ لَحْمًۭا طَرِيًّۭا وَتَسْتَخْرِجُونَ حِلْيَةًۭ تَلْبَسُونَهَا ۖ وَتَرَى ٱلْفُلْكَ فِيهِ مَوَاخِرَ لِتَبْتَغُوا۟ مِن فَضْلِهِۦ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿١٢﴾

او هغه دوه دريابونه سره برابريږي نه دي: يو يې سخت خوږ، دخوږوالي له امله يې څښل آسانه دي، او دويم مالګين تروش دسخت تروش والي له امله يې څښل ناشوني دي او له دغو دواړو دريابونو تاسو تازه دماهي غوښې خورئ او له هغو دواړو ملغلرې او مرجان را باسئ چې دښکلا په موخه يې اغوندئ، او ای کتونکيه! ته کښتۍ وينې چې په خپل مخته او شاته تګ درياب پرې کوي، تر څو په سوداګرۍ سره دالله فضل ولټوئ، او ښايي تاسو دالله شکر وباسئ پر هغه څه چې پر تاسو يې ډېر خپل نعمتونه پېرزو کړي دي. مخ ۲ له ۷ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ل م

يُولِجُ ٱلَّيْلَ فِى ٱلنَّهَارِ وَيُولِجُ ٱلنَّهَارَ فِى ٱلَّيْلِ وَسَخَّرَ ٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ كُلٌّۭ يَجْرِى لِأَجَلٍۢ مُّسَمًّۭى ۚ ذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ ٱلْمُلْكُ ۚ وَٱلَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِۦ مَا يَمْلِكُونَ مِن قِطْمِيرٍ ﴿١٣﴾

الله شپه په ورځ کې ننباسي، نو اوږدوي يې، او ورځ په شپه کې ننباسي او اوږدوالي یې زياتوي او هغه پاک ذات لمر تابع کړی، سپوږمۍ يې اتابع کړې ده، هر يو له دغو دواړو څخه دالله په پوهه کې تر ټاکلې اندازې تاويږي، چې هغه دقيامت ورځ ده، دغه ذات چې دا ټول اندازه کوي او چلوي يې هغه الله ستاسو پالونکی دی، يوازې هغه لره پاچايي ده او هغه بوتان چې له هغه پرته يې تاسو عبادت کوئ دخرما دزړي دپوټوکي په اندازه دڅه څښتنان هم نه دي، نو څنګه يې له ما پرته عبادت کوئ؟!

إِن تَدْعُوهُمْ لَا يَسْمَعُوا۟ دُعَآءَكُمْ وَلَوْ سَمِعُوا۟ مَا ٱسْتَجَابُوا۟ لَكُمْ ۖ وَيَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ يَكْفُرُونَ بِشِرْكِكُمْ ۚ وَلَا يُنَبِّئُكَ مِثْلُ خَبِيرٍۢ ﴿١٤﴾

خبير که چېرې تاسو خپل معبودان را بولئ هغوی ستاسو بلنه نه اوري، هغوی جمادات دي نه ژوند پکې شته او نه اورېدل ورلره شته، دفرض په ډول که هغوی واوري هم، نو ځواب نه شي درکولای، او دقيامت په ورځ به هغوی ستاسو دشرک او ستاسو دعبادت څخه[چې هغوی ته موکړی] بېزاره وي، ای رسوله! هيڅوک به تر الله پاک څخه زيات رېښتينی خبر درکوونکی نه وي

۞ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ أَنتُمُ ٱلْفُقَرَآءُ إِلَى ٱللَّهِ ۖ وَٱللَّهُ هُوَ ٱلْغَنِىُّ ٱلْحَمِيدُ ﴿١٥﴾

ای خلکو! تاسو په خپلو ټولو چارو او ټولو حالاتو کې الله ته اړ ياستی، او الله بې پروا داسې ذات دی چې په هيڅ شي کې تاسو ته نه دی اړ، په دنيا او آخرت کې د هغه څه په اړه ستايل شوی دی چې دخپلو بندګانو لپاره يې اندازه کوي. إن يشأ يذهبكم ويأت بخلق جديد

إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ وَيَأْتِ بِخَلْقٍۢ جَدِيدٍۢ ﴿١٦﴾

که چېرې هغه پاک ذات وغواړي چې په تباه کولو مو له منځه يوسي، تباه به مو کړي له منځه به مو يوسي، او ستاسو پر ځای به نوي خلک راولي چې عبادت يې کوي، له هغه سره به هيڅوک هم نه شريکوي

وَمَا ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ بِعَزِيزٍۢ ﴿١٧﴾

او ستاسو له منځه وړل په تباه کولو سره او ستاسو پرځای دنويو خلکو راوستل دالله تعالی لپاره ناشونې نده

وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌۭ وِزْرَ أُخْرَىٰ ۚ وَإِن تَدْعُ مُثْقَلَةٌ إِلَىٰ حِمْلِهَا لَا يُحْمَلْ مِنْهُ شَىْءٌۭ وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَىٰٓ ۗ إِنَّمَا تُنذِرُ ٱلَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُم بِٱلْغَيْبِ وَأَقَامُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ ۚ وَمَن تَزَكَّىٰ فَإِنَّمَا يَتَزَكَّىٰ لِنَفْسِهِۦ ۚ وَإِلَى ٱللَّهِ ٱلْمَصِيرُ ﴿١٨﴾

ى ى او هيڅ ګناهګار نفس به دبل ګناهګار نفس، ګناه نه شي اخېستی، بلکې هر ګناهګار نفس به خپله ګناه وړي، که چېرې دخپلو ګناهونو دبار له امله دروند کړل شوی تن څوک را وبولي چې دهغه له ګناهونو څه پر غاړه واخلي، نو دهغه له ګناهونو به هيڅ هم ترې وا نه شي اخېستلای، که څه هم را بلل شوی دهغه خپل وي، او ای رسوله! ته يوازې دالله له عذابه هغه کسان وېرولای شې چې له خپل پالونکي يې ډاريږي او په بشپړ ډول لمونځ کوي، همدوی ستا له وېرونې ګټه پورته کولای شي، او څوک چې له ګناهونو پاک شو چې تر ټولو لويه يې شرک دی، نو هغه دخپل ځان لپاره پاکيږي، ځکه ګټه يې همده ته ورګرځېدونکې ده، الله دهغه له پيروۍ بې پروا دی، او دقيامت په ورځ الله ته دحساب او بدلې لپاره ورګرځېدل دي

وَمَا يَسْتَوِى ٱلْأَعْمَىٰ وَٱلْبَصِيرُ ﴿١٩﴾

او کافر او مؤمن په مرتبه کې نه سره برابريږي، لکه څنګه چې ړوند او بینا نه سره برابريږي. مخ ۳ له ۷ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَلَا ٱلظُّلُمَـٰتُ وَلَا ٱلنُّورُ ﴿٢٠﴾

او نه کفر او ايمان سره برابريږي لکه څنګه چې تيارې او رڼايي نه سره برابريږي

وَلَا ٱلظِّلُّ وَلَا ٱلْحَرُورُ ﴿٢١﴾

او نه جنت او دوزخ په خپلو اغېزو کې سره برابريږي، لکه څنګه چې سيوری او ګرم باد نه سره برابريږي

وَمَا يَسْتَوِى ٱلْأَحْيَآءُ وَلَا ٱلْأَمْوَٰتُ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ يُسْمِعُ مَن يَشَآءُ ۖ وَمَآ أَنتَ بِمُسْمِعٍۢ مَّن فِى ٱلْقُبُورِ ﴿٢٢﴾

او نه مؤمن او کافر سره برابريږي، لکه څنګه چې مړي او ژوندي نه سره برابريږي، بېشکه الله هغه چا ته ور اورول کوي چې لا رښوونه يې وغواړي، او ای رسوله! ته هغو کافرانو ته ور اوروونکی نه يې چې هغوی په قبرونو کې دمړيو غوندې دي. إ ن أنت إ ل انذير

إِنْ أَنتَ إِلَّا نَذِيرٌ ﴿٢٣﴾

ته يوازې هغوی لره دالله له عذابه وېروونکی يې

إِنَّآ أَرْسَلْنَـٰكَ بِٱلْحَقِّ بَشِيرًۭا وَنَذِيرًۭا ۚ وَإِن مِّنْ أُمَّةٍ إِلَّا خَلَا فِيهَا نَذِيرٌۭ ﴿٢٤﴾

او ای رسوله! له شک پرته ته مو له داسې له حق سره لېږلی يې چې هيڅ شک پکې نشته، دمؤمنانو لپاره دهغه څه زيری ورکوونکی يې چې الله دهغوی لپاره کوم عزتمند ثواب چمتو کړی او دکافرانو لپاره په هغه څه وېروونکی يې چې الله هغوی لره کوم دردوونکی عذاب چمتو کړی او له پخوانيو امتونو هيڅ داسې امت نشته چې په هغو کې دالله له لوري داسې رسول نه وي تېر شوی چې دهغه له عذابه يې نه وېرول

وَإِن يُكَذِّبُوكَ فَقَدْ كَذَّبَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِٱلْبَيِّنَـٰتِ وَبِٱلزُّبُرِ وَبِٱلْكِتَـٰبِ ٱلْمُنِيرِ ﴿٢٥﴾

او ای رسوله! که هغوی دې درواغجن وبولي، نو صبر کوه، ته لومړنی رسول نه يې چې قوم يې درواغجن ګڼلی وي، پخوانيو امتونو هم دغه خپل رسولان درواغجن ګڼلي دي لکه عاد، ثمود دلوط قوم، هغوی ته رسولان دالله له لوري له څرګندو داسې دليلونو سره راغلل چې دهغوی پر رېښتينولۍ يې دلالت کولو اوهغوی ته رسولانو صحیفې او روښانه کتاب راوړی وو[فایده ورڅخه]هغه چا واخیسته چې چا ژورفکر او سوچ درلوده

ثُمَّ أَخَذْتُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ۖ فَكَيْفَ كَانَ نَكِيرِ ﴿٢٦﴾

او ددې سربېره هغوی پر الله او دهغه پر رسول کفر وکړ او په هغه څه کې يې رېښتيني ونه بلل چې دالله له لوري ورسره راغلي وو، هغه کسان چې کفر يې کړی وو تباه مو کړل، نو ای رسوله! فکر وکړه چې زموږ انکار دهغوی پر خلاف څنګه و، چې تباه مو کړل

أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ أَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءًۭ فَأَخْرَجْنَا بِهِۦ ثَمَرَٰتٍۢ مُّخْتَلِفًا أَلْوَٰنُهَا ۚ وَمِنَ ٱلْجِبَالِ جُدَدٌۢ بِيضٌۭ وَحُمْرٌۭ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَٰنُهَا وَغَرَابِيبُ سُودٌۭ ﴿٢٧﴾

ألونها وغرابيب سود او ای رسوله! ته نه وينې چې الله پاک له آسمانه دباران اوبه را نازلې کړې دي، نو پر دغو اوبو مو داسې مېوې را اېستلې دي چې بېلابېل رنګونه لري، سرې، شنې، ژېړې او نورې، وروسته تردې چې هغه ونې مو پرې اوبه کړې دي، او له غرونو ځينې سپينې لا رې، ځينې سرې لا رې او ځينې تکې تورې لا رې دي. مخ ۴ له ۷ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَمِنَ ٱلنَّاسِ وَٱلدَّوَآبِّ وَٱلْأَنْعَـٰمِ مُخْتَلِفٌ أَلْوَٰنُهُۥ كَذَٰلِكَ ۗ إِنَّمَا يَخْشَى ٱللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ ٱلْعُلَمَـٰٓؤُا۟ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ غَفُورٌ ﴿٢٨﴾

او له خلکو، ژويو او څارويو (اوښانو، غويانو او پسونو) چې بېلابېل رنګونه لري لکه دغه ياد شوي چې دي. بېشکه دالله دمقام درناوی او له هغه وېرېدونکي يوازې عالمان دي، ځکه هغوی يې صفتونه، شريعت او دقدرت دليلونه پېژني، بېشکه الله داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، له خپلو بندګانو چې څوک توبه ورته وباسي ګناهونه يې بښي. ر

إِنَّ ٱلَّذِينَ يَتْلُونَ كِتَـٰبَ ٱللَّهِ وَأَقَامُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَأَنفَقُوا۟ مِمَّا رَزَقْنَـٰهُمْ سِرًّۭا وَعَلَانِيَةًۭ يَرْجُونَ تِجَـٰرَةًۭ لَّن تَبُورَ ﴿٢٩﴾

بېشکه هغه کسان چې دالله هغه کتاب لولي چې پر خپل رسول مو نازل کړی او څه چې په هغو کې دي پر هغو عمل کوي، او په ښه توګه لمونځ کوي، او دزکات او په نورولا رو کې هغوی ته زموږ له ورکړې روزۍ په پټه او ښکاره لګښت کوي، پر دغو کړنو دالله په وړاندې دداسې سوداګرۍ هيله لري چې هیڅکله به ناچله نه شي

لِيُوَفِّيَهُمْ أُجُورَهُمْ وَيَزِيدَهُم مِّن فَضْلِهِۦٓ ۚ إِنَّهُۥ غَفُورٌۭ شَكُورٌۭ ﴿٣٠﴾

تر څو الله دهغوی دکړنو بشپړه بدله ورکړي، او له خپل فضله لا زيات ورکړي، چې هغه ددې وړ دی، بېشکه هغه پاک ذات، پر دغو صفتونو دمتصفو خلکو د ګناهونو بښونکی دی، دهغوی دښو کړنو منونکی دی

وَٱلَّذِىٓ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ مِنَ ٱلْكِتَـٰبِ هُوَ ٱلْحَقُّ مُصَدِّقًۭا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ بِعِبَادِهِۦ لَخَبِيرٌۢ بَصِيرٌۭ ﴿٣١﴾

او ای رسوله! له کتابه مو دداسې حق وحي تاته کړې چې هيڅ شک پکې نشته، هغه الله دپخوانيو کتابونو دتصديق کوونکي په توګه نازله کړې ده، بېشکه الله پر خپلو بندګانو ليدونکی دی، او هغه دهر امت رسول ته هغه څه وحي کوي چې په خپله زمانه کې ورته اړتيا لري

ثُمَّ أَوْرَثْنَا ٱلْكِتَـٰبَ ٱلَّذِينَ ٱصْطَفَيْنَا مِنْ عِبَادِنَا ۖ فَمِنْهُمْ ظَالِمٌۭ لِّنَفْسِهِۦ وَمِنْهُم مُّقْتَصِدٌۭ وَمِنْهُمْ سَابِقٌۢ بِٱلْخَيْرَٰتِ بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلْفَضْلُ ٱلْكَبِيرُ ﴿٣٢﴾

بيا مو دمحمد صلی الله عليه وسلم هغه امت ته چې له امتونو مو غوره کړی وو قرآن ورکړ، نو ځينې يې دنارواوو په ترسره کولو او واجباتو په پرېښودلو پر ځان ظلم کوونکي دي او ځينې يې دواجباتو په کولو او نارواوو په پرېښودلو منځلاري دي سره له دې چې دځينو مستحباتو پرېښودونکي او ځينو مکروهاتو ترسره کوونکي دي، او ځينې دالله په امر ښېګڼې ته مخکې کېدونکي دي، هغه دواجباتو او مستحباتو په کولو او حرامو او مکروهاتو په پرېښودلو سره، دغه ياد شوي چې ددغه امت غوره کول او هغوی ته دقرآن ورکول هغه لوی فضل دی چې هيڅ فضل نه شي ور نېږدې کېدلای

جَنَّـٰتُ عَدْنٍۢ يَدْخُلُونَهَا يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِن ذَهَبٍۢ وَلُؤْلُؤًۭا ۖ وَلِبَاسُهُمْ فِيهَا حَرِيرٌۭ ﴿٣٣﴾

داسې داوسېدو جنتونه دي چې دغه غوره کړل شوي به ورننوځي، په هغو کې به ملغلرې او دسرو زرولا س بند اغوندي، او جامې به يې دورېښمو وي

وَقَالُوا۟ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ٱلَّذِىٓ أَذْهَبَ عَنَّا ٱلْحَزَنَ ۖ إِنَّ رَبَّنَا لَغَفُورٌۭ شَكُورٌ ﴿٣٤﴾

او هغوی به جنت ته له ننوتلو وروسته وايي: ټولې ستاينې دکمال هغه الله لره دي چې له موږ يې خپګان لېرې کړ، دهغه څه له امله چې موږ يې اور ته له ننوتلو ډارېدلو، بېشکه زموږ پالونکی له خپلو بندګانو دهغه چا دګناهونو بښونکی دی چې توبه وباسي، دهغوی دپيروۍ منونکی دی

ٱلَّذِىٓ أَحَلَّنَا دَارَ ٱلْمُقَامَةِ مِن فَضْلِهِۦ لَا يَمَسُّنَا فِيهَا نَصَبٌۭ وَلَا يَمَسُّنَا فِيهَا لُغُوبٌۭ ﴿٣٥﴾

هغه ذات چې داسې هستوګنې ته يې ورکوز کړو چې له هغو وروسته بيا دهغه دفضل له مخې وتل ترې نشته، نه زموږ په توان او نه ځواک، چې په هغو کې به نه ستړيا را رسيږي او نه ستونزه. مخ ۵ له ۷ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَهُمْ نَارُ جَهَنَّمَ لَا يُقْضَىٰ عَلَيْهِمْ فَيَمُوتُوا۟ وَلَا يُخَفَّفُ عَنْهُم مِّنْ عَذَابِهَا ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِى كُلَّ كَفُورٍۢ ﴿٣٦﴾

او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی هغوی لره ددوزخ اور دی تل به پکې اوسيږي، نه به دمرګ پرېکړه پرې کيږي چې مړه شي او له عذابه په آرام شي، او نه به د دوزخ له اوره څه ترې سپکيږي، ددغې جزا غوندې موږ دقيامت په ورځ دالله دنعمتونو منکرینو ته جزا ورکوو

وَهُمْ يَصْطَرِخُونَ فِيهَا رَبَّنَآ أَخْرِجْنَا نَعْمَلْ صَـٰلِحًا غَيْرَ ٱلَّذِى كُنَّا نَعْمَلُ ۚ أَوَلَمْ نُعَمِّرْكُم مَّا يَتَذَكَّرُ فِيهِ مَن تَذَكَّرَ وَجَآءَكُمُ ٱلنَّذِيرُ ۖ فَذُوقُوا۟ فَمَا لِلظَّـٰلِمِينَ مِن نَّصِيرٍ ﴿٣٧﴾

او هغوی به په خپلو لوړو آوازونو چېغې پکې وهي دمرسته غوښتونکو په توګه به وايي: ای زموږ پالونکيه! موږ له اوره وباسه، دهغه څه خلاف نېک عمل به وکړو چې په دنيا کې پکې وو، تر څو ستا خوښي تر لا سه کړو، ستا له عذابه خوندي شو، خو الله به هغوی ته ځواب ورکوي: آيا تاسو مو داسې نه وئ ګرځولي چې دومره عمر مو ژوند کولو چې که چا نصيحت ترلاسه کول غوښتلای پکې ترلاسه کولای یې شوای، نو الله ته به يې توبه اېستلې وای او نېک عمل به يې کړی وای، او تاسو لره دالله له عذابه وېروونکی رسول هم راغلی و؟! نو اوس تاسو لره کوم حجت نشته، او نه له دغه هر څه وروسته کوم عذر شته، داور عذاب وڅکئ، نو هغه ظالمان چې دکفر او ګناهونو له امله يې پرځانو ظلم کړی هغوی لره نه کوم مرستندوی شته چې دالله له عذابه يې وباسي او يا يې له هغوی سپک کړي

إِنَّ ٱللَّهَ عَـٰلِمُ غَيْبِ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ إِنَّهُۥ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ ﴿٣٨﴾

بېشکه الله دآسمانونو او ځمکې پر پټو پوه دی، له هغه هيڅ نه پاتې کيږي، بېشکه پر هغه څه ښه پوه دی چې دبندګانو په سينو کې يې کوم خير او شر دی

هُوَ ٱلَّذِى جَعَلَكُمْ خَلَـٰٓئِفَ فِى ٱلْأَرْضِ ۚ فَمَن كَفَرَ فَعَلَيْهِ كُفْرُهُۥ ۖ وَلَا يَزِيدُ ٱلْكَـٰفِرِينَ كُفْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ إِلَّا مَقْتًۭا ۖ وَلَا يَزِيدُ ٱلْكَـٰفِرِينَ كُفْرُهُمْ إِلَّا خَسَارًۭا ﴿٣٩﴾

او ای خلکو همغه ذات دی چې ستاسو ځينې يې دځينو نورو په ځمکه کې ځای ناستي ګرځولي دي، ترڅو مو وازمويي چې څنګه عمل کوئ، چا چې پر الله او پر هغه څه کفر وکړ چې رسولان ورسره راغلي دي، نو دکفر ګناه او سزا يې همغه ته ورګرځېدونکې ده، کفر يې پالونکي ته ضرر نه شي رسولای، او کافرانو ته يې کفر دالله پاک په وړاندې له سختې کينې پرته بل څه نه ورزياتوي، او کافرانو ته يې کفر يوازې تاوان ورزياتوي، داسې چې هغه څه به له لا سه ورکړي چې الله په جنت کې ورته چمتو کړي دي که چېرې يې ايمان راوړی وی

قُلْ أَرَءَيْتُمْ شُرَكَآءَكُمُ ٱلَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ أَرُونِى مَاذَا خَلَقُوا۟ مِنَ ٱلْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌۭ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ أَمْ ءَاتَيْنَـٰهُمْ كِتَـٰبًۭا فَهُمْ عَلَىٰ بَيِّنَتٍۢ مِّنْهُ ۚ بَلْ إِن يَعِدُ ٱلظَّـٰلِمُونَ بَعْضُهُم بَعْضًا إِلَّا غُرُورًا ﴿٤٠﴾

ى ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: له خپلو هغو شريکانو مو خبر راکړئ چې تاسو يې له الله پرته بندګي کوئ، له ځمکې يې څه پيداکړي دي؟ آيا غرونه يې پيداکړي؟ يا يې دهغې نهرونه پيداکړي؟ يا يې دهغې ژوي پيداکړي؟ او يا هغوی دآسمانونو په پيدايښت کې له الله سره شريکان دي؟ او يا مو هغوی ته داسې کتاب ورکړی چې په هغې کې دغیرالله دعبادت صحت[جواز] دپاره دلیل وي؟ له دغه هيڅ نه دي حاصل، بلکې دکفر او ګناهونو له امله پرځانو ظلم کوونکي ځينې يې ځينو ته يوازې ددوکې ژمنه ورکوي

۞ إِنَّ ٱللَّهَ يُمْسِكُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ أَن تَزُولَا ۚ وَلَئِن زَالَتَآ إِنْ أَمْسَكَهُمَا مِنْ أَحَدٍۢ مِّنۢ بَعْدِهِۦٓ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًۭا ﴿٤١﴾

غفورا بېشکه الله پاک آسمانونه او ځمکه نيسي چې دهغوی دواړو له منځه تللو منع کوونکی دی، او بالفرض که چېرې هغه دواړه له منځه ولاړ شي، نو هيڅوک له هغه پاک ذات وروسته داسې نشته چې له منځه تلل يې ونيسي، بېشکه هغه زغم لرونکی دی چې دسزا په ورکړه کې بيړه نه کوي، له بندګانو چې څوک توبه وباسي د هغو دګناهونو بښونکی دی. مخ ۶ له ۷ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَأَقْسَمُوا۟ بِٱللَّهِ جَهْدَ أَيْمَـٰنِهِمْ لَئِن جَآءَهُمْ نَذِيرٌۭ لَّيَكُونُنَّ أَهْدَىٰ مِنْ إِحْدَى ٱلْأُمَمِ ۖ فَلَمَّا جَآءَهُمْ نَذِيرٌۭ مَّا زَادَهُمْ إِلَّا نُفُورًا ﴿٤٢﴾

نفورا او دغو درواغ ګڼونکو کافرانو سختې او ټينګې لوړې وکړې: که چېرې هغوی لره دالله له لوري رسول راشي چې دالله له عذابه يې ډاروي، نو هغوی به هرومرو له يهودو، نصاراوو او نورو څخه زيات په سمه لا ر او دحق پيروان وي، خو کله چې محمد صلی الله عليه وسلم هغوی ته دخپل پالونکي لخوا درسول په توګه راغی چې هغوی يې دالله له عذابه وېرول، دهغه راتګ ورته له حقه دلېرې والي او له باطل سره تر تړاو پرته بل څه ور زيات نه کړل، نو پر هغه څه يې وفا ونه کړه چې ټينګې لوړې يې پرې کړې وې چې هغوی به تر هغو زيات په سمه لا ر وي چې له هغوی مخکې تېر شوي دي

ٱسْتِكْبَارًۭا فِى ٱلْأَرْضِ وَمَكْرَ ٱلسَّيِّئِ ۚ وَلَا يَحِيقُ ٱلْمَكْرُ ٱلسَّيِّئُ إِلَّا بِأَهْلِهِۦ ۚ فَهَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا سُنَّتَ ٱلْأَوَّلِينَ ۚ فَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ ٱللَّهِ تَبْدِيلًۭا ۖ وَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ ٱللَّهِ تَحْوِيلًا ﴿٤٣﴾

او دهغوی پر الله قسم (لوړه) کول چې پر کوم څه يې لوړه وکړه دښه نيت او سمې موخې له امله نه و، بلکې په ځمکه کې دلويي غوښتنې او دخلکو ددوکې لپاره وو، او ناوړه چل يوازې پر خپلو څښتنانو چل کوونکو را چاپېريږي، نو آيا دغه لويي غوښتونکي چل کوونکي دالله دثابتې کړنلارې پرته دبل څه انتظار کوي، چې د هغوی تباه کول دي لکه څنګه چې له هغوی مخکې سيالان يې تباه کړل؟! دلويي غوښتونکو په تباه کولو کې به دالله کړنلارې لره هيڅکله هيح بدلون ونه مومې چې پر هغوی دې واقع نه شي او نه به ګرځېدل ومومې چې له هغوی پرته پر بل چا دې واقع شي، ځکه هغه الهي ثابته کړنلاره ده

أَوَلَمْ يَسِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَيَنظُرُوا۟ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَكَانُوٓا۟ أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةًۭ ۚ وَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيُعْجِزَهُۥ مِن شَىْءٍۢ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَلَا فِى ٱلْأَرْضِ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ عَلِيمًۭا قَدِيرًۭا ﴿٤٤﴾

آيا له قريشو ستا درواغ ګڼونکي په ځمکه کې نه دي ګرځېدلي، چې فکر يې کړی وای، چې له هغوی مخکې دهغو کسانو پايله څنګه وه چې رسولان يې درواغ ګڼل؟ آيا دهغوی پايله بده پايله نه وه چې الله هغوی تباه کړل، او هغوی له قريشو دځواک له پلوه سخت وو؟! او الله داسې نه دی چې په آسمانونو او يا په ځمکه کې دې څه ترې پاتې شي، بېشکه الله ددغو درواغ ګڼونکو پر کړنو ښه پوه دی، دهغوی له کړنو هيڅ هم نه ترې پټيږي او نه ترې پاتې کيږي، کله چې وغواړي د هغوی پر تباه کولو ځواکمن دی. م

وَلَوْ يُؤَاخِذُ ٱللَّهُ ٱلنَّاسَ بِمَا كَسَبُوا۟ مَا تَرَكَ عَلَىٰ ظَهْرِهَا مِن دَآبَّةٍۢ وَلَـٰكِن يُؤَخِّرُهُمْ إِلَىٰٓ أَجَلٍۢ مُّسَمًّۭى ۖ فَإِذَا جَآءَ أَجَلُهُمْ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِعِبَادِهِۦ بَصِيرًۢا ﴿٤٥﴾

او که الله دخلکو لپاره دهغه څه دسزا په ورکولو کې بيړه کولای چې هغوی کوم ګناهونه کړي دي او کومې تېروتنې يې ترسره کړې دي، نو ټول دځمکې خلک او د کومو ژويو او مالونو چې هغوی یې څښتنان دي هغه به يې سمدستي تباه کړي وای، خو هغه پاک ذات يې دخپلې پوهې سره سم تر يوې ټاکلې مودې پورې وروسته کوي چې هغه دقيامت ورځ ده، نو کله چې دقيامت ورځ راشي، بيا الله پر خپلو بندګانو ښه ليدونکی دی له هغوی هيڅ هم نه ترې پټيږي، چې هغوی ته به يې د کړنو بدله ورکړي، که خير وه، نو خير او که شر وه، نو شر. مخ ۷ له ۷ moc.hgelp

زده کړه · فاطر — Faatir

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې