کورتفسیرسبأ (٣٤)

تفسیر سبأ — Saba (34)

مکي · ٥٤ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ٱلَّذِى لَهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ وَلَهُ ٱلْحَمْدُ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ ۚ وَهُوَ ٱلْحَكِيمُ ٱلْخَبِيرُ ﴿١﴾

ټول دکمال او دجمال صفتونه يوازې هغه الله لره دي چې ټول هغه څه چې په آسمانونو کې او ټول هغه څه چې په ځمکه کې دي په دې حال کې چې هغه پیداکړي او هغه یې مالک دی او دهغه دڅارنې لا ندې دي، او هغه پاک ذات لره په آخرت کې ستاينه ده، هغه په خپل پيدايښت کې مخلوق لره او هغوی ته په پوره پاملرنه کې حکمت والا دی، دخپلو بندګانو پر حالاتو ښه خبر دی، چې له هغه هيڅ شی هم نه شي پټېدلای

يَعْلَمُ مَا يَلِجُ فِى ٱلْأَرْضِ وَمَا يَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا يَنزِلُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ وَمَا يَعْرُجُ فِيهَا ۚ وَهُوَ ٱلرَّحِيمُ ٱلْغَفُورُ ﴿٢﴾

هغه پوهيږي پر هغه اوبو او شنه ګيا چې په ځمکه کې ننوزي، او پوهيږي پر هغه شنه ګيا او نورو شيانو چې ترې وځي او پوهيږي پر هغه باران، پرېښتو او روزي چې له آسامانه راکوزيږي، او پوهيږي پر هغو پرېښتو، دخپلو بندګانو پر کړنو او روحونو يې چې آسمان ته خيژي، او هغه پر خپلو مؤمنو بندګانو مهربان دی، دهغه چا د ګناهونو بښونکی دی چې توبه ورته وباسي

وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَا تَأْتِينَا ٱلسَّاعَةُ ۖ قُلْ بَلَىٰ وَرَبِّى لَتَأْتِيَنَّكُمْ عَـٰلِمِ ٱلْغَيْبِ ۖ لَا يَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍۢ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَلَا فِى ٱلْأَرْضِ وَلَآ أَصْغَرُ مِن ذَٰلِكَ وَلَآ أَكْبَرُ إِلَّا فِى كِتَـٰبٍۢ مُّبِينٍۢ ﴿٣﴾

او هغو کسانو چې پر الله يې کفر کړی وويل: هيڅکله به موږ ته قیامت را نه شي، ای رسوله! ورته ووايه: ولې نه، په الله قسم، هرومرو به هغه قيامت درته راشي چې درواغ يې ګڼئ، خو ددغه پر وخت يوازې الله پوهيږي، همغه پاک ذات دقيامت او نورو په پټو پوه دی، دهغه پاک ذات له پوهې نه په آسمانونو کې او نه په ځمکه کې دکوچني ميږي په اندازه څه پټيږي او نه له دغه ياد شوي څخه کوچنی او نه ترې لوی پټيږي، مګر هغه په څرګند کتاب کې ليکل شوي دي، چې هغه داسې لوح محفوظ دی چې تر قيامته پېښېدونکي هر څه پکې ليکل شوي دي

لِّيَجْزِىَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُم مَّغْفِرَةٌۭ وَرِزْقٌۭ كَرِيمٌۭ ﴿٤﴾

الله هغه څه ثابت کړل چې په لوح محفوظ کې يې ثابت کړل، ترڅو هغو کسانو ته بدله ورکړي چې پر الله يې ايمان راوړی او نېک کارونه يې کړي دي، همدوی پر دغو صفتونو متصفو خلکو لره دالله له لوري دهغوی دګناهونو بښنه ده، چې پر هغوی به يې نه نیسي، او هغوی لره عزتمنه روزي ده، چې دقيامت په ورځ دهغه جنت دی

وَٱلَّذِينَ سَعَوْ فِىٓ ءَايَـٰتِنَا مُعَـٰجِزِينَ أُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمْ عَذَابٌۭ مِّن رِّجْزٍ أَلِيمٌۭ ﴿٥﴾

او هغه کسان چې زموږ دنازل کړو آيتونو دباطلولو هڅې يې کړې دي او په اړه يې ويلي: چې دا کوډې دي او زموږ درسول په اړه يې ويلي: کاهن، کوډګر او شاعر دی، پر دغو صفتونو متصفو خلکو لره دقيامت په ورځ ترټولو بد او سخت عذاب دی

وَيَرَى ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْعِلْمَ ٱلَّذِىٓ أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ هُوَ ٱلْحَقَّ وَيَهْدِىٓ إِلَىٰ صِرَٰطِ ٱلْعَزِيزِ ٱلْحَمِيدِ ﴿٦﴾

او دصحابه وعلماء او دکتاب دڅښتنانو له علماوو څخه چې چا ايمان راوړی ددې خبرې شاهدي ورکوي چې کومه وحي چې الله تاته نازله کړې هغه داسې حق دی چې هيڅ شک پکې نشته او هغه برلاسي لوري ته لا رښوونه کوي چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، چې په دنيا او آخرت کې ستايل شوی دی

وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ هَلْ نَدُلُّكُمْ عَلَىٰ رَجُلٍۢ يُنَبِّئُكُمْ إِذَا مُزِّقْتُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ إِنَّكُمْ لَفِى خَلْقٍۢ جَدِيدٍ ﴿٧﴾

او هغو کسانو چې پر الله يې کفر کړی ځينو ته يې دتعجب او پر هغه څه چې رسول صلی الله عليه وسلم راوړي دملنډو وهلو په توګه وويل: آيا داسې سړی در ونه ښيو چې تاسو ته خبر درکوي چې کله تاسې مړه شئ او ټوټې ټوټې شئ، تاسو به بېرته له مرګ وروسته مو ژوندي را پاڅول کېږئ؟!. مخ ۱ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

أَفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا أَم بِهِۦ جِنَّةٌۢ ۗ بَلِ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِٱلْـَٔاخِرَةِ فِى ٱلْعَذَابِ وَٱلضَّلَـٰلِ ٱلْبَعِيدِ ﴿٨﴾

او هغوی وويل: آيا دغه سړي پر الله درواغ تړلي، نو دهغه څه ګومان يې کړی چې زموږ له مرګ وروسته دبېرته را ژوندي کېدو ګومان يې کړی، او يا هغه لېونی دی چې داسې بې ځايه خبرې کوي چې هيڅ حقيقت نه لري؟ امر داسې نه دی لکه دغو خلکو چې ګومان کړی، بلکې خبره داده چې کوم کسان پر آخرت باور نه لري همدوی به دقيامت په ورځ په سخت عذاب او په دنيا کې له حقه په لېرې لا رورکۍ کې وي

أَفَلَمْ يَرَوْا۟ إِلَىٰ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ ۚ إِن نَّشَأْ نَخْسِفْ بِهِمُ ٱلْأَرْضَ أَوْ نُسْقِطْ عَلَيْهِمْ كِسَفًۭا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةًۭ لِّكُلِّ عَبْدٍۢ مُّنِيبٍۢ ﴿٩﴾

نو آيا دغه خلکو- چې دبېرته ژوندي را پورته کېدو درواغ ګڼونکي دي- ددوی په وړاندې زمکه او تر شایې آسمان نه دی ليدلی؟ که چیرته مونږ ددوی ډوبول وغواړو په ځمکه چې دپښولا ندې یې ده، نو کش به کړو مونږ دوی لره په ځمکه چې لا ندې ددوی ده او که وغواړو چې پر هغوی له آسمانه يوه ټوټه را وغورځوو، نو پرې را وبه يې غورځوو، بېشکه په دغه کې دهر هغه بنده لپاره ښکاره نښه ده چې خپل پالونکي ته زيات ګرځېدونکی وي چې دالله پر قدرت پرې استدلال وکړي، نو څوک چې پر دغه ځواکمن وي هغه ستاسو له مرګ او ټوټې ټوټې کېدو وروسته ستاسو پر بيا ژوندي کولو هم ځواکمن دی

۞ وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا دَاوُۥدَ مِنَّا فَضْلًۭا ۖ يَـٰجِبَالُ أَوِّبِى مَعَهُۥ وَٱلطَّيْرَ ۖ وَأَلَنَّا لَهُ ٱلْحَدِيدَ ﴿١٠﴾

او پرته له شکه داؤد عليه السلام ته مو له خپل لوري نبوت او پاچايي ورکړل او غرونو او مرغانو ته مو وويل: له داؤد سره يوځای پاکي بيانوئ، دهغه لپاره مو وسپنه نرمه وګرځوله تر څو چې کوم سامانونه غواړي ترې جوړ يې کړي

أَنِ ٱعْمَلْ سَـٰبِغَـٰتٍۢ وَقَدِّرْ فِى ٱلسَّرْدِ ۖ وَٱعْمَلُوا۟ صَـٰلِحًا ۖ إِنِّى بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌۭ ﴿١١﴾

ای داوده! پراخه زغرې جوړوه چې جنګيالي دې دخپل دښمن له زوره يې وساتي، مېخونه يې دحلقو لپاره مناسب جوړوه، نو ډېر يې مه نري کوه داسې چې په هغو کې ځای پر ځای نه شي، او مه يې ډېر پېړوه چې پکې دننه نه شي، او ښه کار کوه، بېشکه زه ستاسو دکړو ليدونکی يم ستاسو له کړنو هيڅ را څخه نه پټيږي او ژر به يې بدله درکړم

وَلِسُلَيْمَـٰنَ ٱلرِّيحَ غُدُوُّهَا شَهْرٌۭ وَرَوَاحُهَا شَهْرٌۭ ۖ وَأَسَلْنَا لَهُۥ عَيْنَ ٱلْقِطْرِ ۖ وَمِنَ ٱلْجِنِّ مَن يَعْمَلُ بَيْنَ يَدَيْهِ بِإِذْنِ رَبِّهِۦ ۖ وَمَن يَزِغْ مِنْهُمْ عَنْ أَمْرِنَا نُذِقْهُ مِنْ عَذَابِ ٱلسَّعِيرِ ﴿١٢﴾

دداود زوی سليمان عليهما السلام ته مو باد داسې تابع کړی وچې له سهاره به يې ديوې مياشتې په اندازه مزل کولو او دماښامه به يې ديوې مياشتې په اندازه مزل کولو، او دتانبې چينه مو ورته بیولې وه ترڅو له تانبې هغه څه جوړ کړي چې غواړي يې، او له پيريانو مو داسې ورته تابع کړي وو چې دهغه دپالونکي په امر به يې د هغه په وړاندې کار کولو، او له پيریانو چې کوم يو سرغړونه وکړي له هغه کاره چې موږ ورته امر کړی، دلمبه وهونکي اور سزا به وروڅکو

يَعْمَلُونَ لَهُۥ مَا يَشَآءُ مِن مَّحَـٰرِيبَ وَتَمَـٰثِيلَ وَجِفَانٍۢ كَٱلْجَوَابِ وَقُدُورٍۢ رَّاسِيَـٰتٍ ۚ ٱعْمَلُوٓا۟ ءَالَ دَاوُۥدَ شُكْرًۭا ۚ وَقَلِيلٌۭ مِّنْ عِبَادِىَ ٱلشَّكُورُ ﴿١٣﴾

سليمان به چې دلمانځه لپاره دجوماتونو او ماڼيو څه غوښتل دغو پېريانو به ورته جوړل، او هغه به چې کومې مجسمې (څېرې) غوښتې، او همداراز داوبو دلويو حوضونو غوندې کاسې به يې غوښتې، او دپخلي داسې لوی دېګونه چې له لوی والي به نه خوځېدل او موږ هغوی ته وويل: ای دداود کورنۍ! دالله شکر وباسئ پر هغه څه چې پرتاسو يې پېرزو کړي دي، او زما له بندګانو ډېر کم پر هغه څه زما شکر وباسي چې پرې پېرزو کړي مې دي. مخ ۲ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

فَلَمَّا قَضَيْنَا عَلَيْهِ ٱلْمَوْتَ مَا دَلَّهُمْ عَلَىٰ مَوْتِهِۦٓ إِلَّا دَآبَّةُ ٱلْأَرْضِ تَأْكُلُ مِنسَأَتَهُۥ ۖ فَلَمَّا خَرَّ تَبَيَّنَتِ ٱلْجِنُّ أَن لَّوْ كَانُوا۟ يَعْلَمُونَ ٱلْغَيْبَ مَا لَبِثُوا۟ فِى ٱلْعَذَابِ ٱلْمُهِينِ ﴿١٤﴾

نو کله مو چې پر سليمان دمرګ پرېکړه وکړه، پېريانو ته دځمکې له هغې خزندې پرته بل چا لا رښوونه ونه کړه چې هغه امسا يې خوړله پر کومه چې هغه تکيه کړې وه، نو کله چې هغه ولوېدی، پېريانو ته څرګنده شوه چې هغوی په پټو نه پوهيږي، ځکه که چېرې هغوی پوهېدلی، نو هغوی به ځانو لره په سپکوونکي عذاب کې دومره نه وای ځنډولای، هغه دا چې هغوی په کومو سختو کارونو کې دسليمان عليه السلام لپاره بوخت وو، په دې ګومان چې هغه ژوندی دی هغوی څاري

لَقَدْ كَانَ لِسَبَإٍۢ فِى مَسْكَنِهِمْ ءَايَةٌۭ ۖ جَنَّتَانِ عَن يَمِينٍۢ وَشِمَالٍۢ ۖ كُلُوا۟ مِن رِّزْقِ رَبِّكُمْ وَٱشْكُرُوا۟ لَهُۥ ۚ بَلْدَةٌۭ طَيِّبَةٌۭ وَرَبٌّ غَفُورٌۭ ﴿١٥﴾

غفور له شک پرته دسبا قبيلې لپاره يې په خپلو هستوګنځيو کې چې پکې اوسېدل دالله پر قدرت او پر هغوی دپېرزوينې څرګنده نښانه وه چې هغه دوه باغونه وو: يو له ښي لوري او دويم له ګيڼ لوري، او هغوی ته مو وويل: دخپل پالونکي له روزۍ مو خورئ او دهغه پر نعمتونو شکر وباسئ، دغه پاکيزه ښار دی، او دغه پالونکی الله دی چې دهغه چا ګناهونه بښی چې توبه ورته وباسي

فَأَعْرَضُوا۟ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ سَيْلَ ٱلْعَرِمِ وَبَدَّلْنَـٰهُم بِجَنَّتَيْهِمْ جَنَّتَيْنِ ذَوَاتَىْ أُكُلٍ خَمْطٍۢ وَأَثْلٍۢ وَشَىْءٍۢ مِّن سِدْرٍۢ قَلِيلٍۢ ﴿١٦﴾

هغوی دالله له شکر او دهغه پر رسول له ايمان راوړلو مخ واړولو، نو موږ هغوی ته داسې سزا ورکړه چې نعمت مو په کړاو ور بدل کړ، پر هغوی مو له منځه وړونکی سېلاب ورخوشې کړ چې دهغوی بند يې وران کړ او کښتونه يې ور ډوب کړل، او دهغوی دواړه باغونه مو پر داسې باغونو ور بدل کړل چې تروشه مېوه يې وه، اوپه هغو داوړو کې دغز بې مېوې ونې وې او لږ غوندې بېره وه

ذَٰلِكَ جَزَيْنَـٰهُم بِمَا كَفَرُوا۟ ۖ وَهَلْ نُجَـٰزِىٓ إِلَّا ٱلْكَفُورَ ﴿١٧﴾

دغه تبدیلي دهغوی کفر او له هغو نعمتونو څخه دمخ اړولو له امله وشوه چې پر کومو نعمتونو کې هغوی وو، او موږ دغه سخته سزا يوازې هغه چاته ورکوو چې دالله له نعمتونو انکار کوونکی او پر هغه پاک ذات کفر کوونکی وي

وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمْ وَبَيْنَ ٱلْقُرَى ٱلَّتِى بَـٰرَكْنَا فِيهَا قُرًۭى ظَـٰهِرَةًۭ وَقَدَّرْنَا فِيهَا ٱلسَّيْرَ ۖ سِيرُوا۟ فِيهَا لَيَالِىَ وَأَيَّامًا ءَامِنِينَ ﴿١٨﴾

او موږ په يمن کې دسبا دخلکو او شام دهغو کليو ترمنځ چې برکت مو پکې اچولی وو نور نېږدي کلي هم آباد کړي وو، او په هغو کې مو تګ راتګ اندازه کړی و، داسې چې له يو کلي به يې بل کلي ته پرته له کومې ستونزې تګ راتګ کولو تر څو شام ته ورسيږي، او هغوی ته مو وويل: په دغو کې دشپې او ورځې له دښمن، لوږې او تندې څخه په ډاډ تګ را تګ کوئ

فَقَالُوا۟ رَبَّنَا بَـٰعِدْ بَيْنَ أَسْفَارِنَا وَظَلَمُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ فَجَعَلْنَـٰهُمْ أَحَادِيثَ وَمَزَّقْنَـٰهُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّكُلِّ صَبَّارٍۢ شَكُورٍۢ ﴿١٩﴾

صبار شكور نو هغوی دالله له لوري دمسافت (واټن) لنډوالي نعمت په کبر کې واچول او ويې ويل: ای زموږ پالونکيه! زموږ سفرونه ددغو کليو په له منځه وړلو لېرې کړه تر څو د سفرونو دستړيا مزه وڅکو، او زموږ دسپرليو خوبي څرګنده شي، دالله له نعمت په کبر، او دهغه له شکر اېستلو څخه په مخ اړولو او له هغوی څخه دبې وزلو سره په کينه کولو سره يې پر ځانونو ظلم وکړ، نو موږ هغوی داسې پخوانۍ کيسې ورګرځول چې له هغوی ورسته به بيانيږي، او هغوی مو په ښارونو کې په بشپړ ډول وپاشل، داسې چې يو اوبل ته نه سره رسيږي، بېشکه دسبا پر خلکو په پېرزوينه او بيا دهغوی له لوري دکفر او لويي له امله له هغوی په غچ اخېستنه کې دهر هغه چا لپاره پند دی چې دالله پر پيروۍ او دهغه له سرغړونې او پر ستونزه ډېر صبرکوونکی وي او دالله دنعمتونو ډېر شکر اېستونکی وي. مخ ۳ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَلَقَدْ صَدَّقَ عَلَيْهِمْ إِبْلِيسُ ظَنَّهُۥ فَٱتَّبَعُوهُ إِلَّا فَرِيقًۭا مِّنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿٢٠﴾

او له شک پرته دهغوی په اړه دابليس ګومان رېښتينی شو چې هغوی تېر اېستلای او له حقه لا رورکي کولای شي، نو هغوی يې په کفر اولا رورکۍ کې پيروي وکړه، پرته دمؤمنانو له يوې ډلې څخه چې هغوی[ابلیس] په خپله هيله کې نا هيلی کړ دهغه په نه پيروۍ کولو سره

وَمَا كَانَ لَهُۥ عَلَيْهِم مِّن سُلْطَـٰنٍ إِلَّا لِنَعْلَمَ مَن يُؤْمِنُ بِٱلْـَٔاخِرَةِ مِمَّنْ هُوَ مِنْهَا فِى شَكٍّۢ ۗ وَرَبُّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ حَفِيظٌۭ ﴿٢١﴾

حفيظ او دابليس لپاره پر هغوی کوم داسې واک نه وچې هغوی لا ر ورکۍ ته پرې اړ کړي، بلکې هغه يوازې شيان ورته ښکلي کول او هغوی يې تېر اېستل، مګر مونږ د هغوی دتېر اېستلو اجازه ورکړه ترڅو دهغه چا حالت څرګند شي چې پر آخرت او څه بدله چې پکې ده باور لري له هغه چا څخه چې په شک کې دی، او اې رسوله ستا پالونکی دهرڅه ساتونکی دی دخپلو بنده ګانو کړنې ساتي او بيا يې بدله ورکوي

قُلِ ٱدْعُوا۟ ٱلَّذِينَ زَعَمْتُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ ۖ لَا يَمْلِكُونَ مِثْقَالَ ذَرَّةٍۢ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَلَا فِى ٱلْأَرْضِ وَمَا لَهُمْ فِيهِمَا مِن شِرْكٍۢ وَمَا لَهُۥ مِنْهُم مِّن ظَهِيرٍۢ ﴿٢٢﴾

شرك وما له منهم من ظهير ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: هغه خلک راوبولئ چې تاسو ګمان کوئ چې له الله پرته تاسو لره معبودان دي، تر څو ګټه درته ورسوي او يا ضرر درڅخه لېرې کړي، هغوی خو نه په آسمانونو کې او نه په ځمکه کې ديوې ذرې په اندازه واک لري، او نه هغوی لره پکې له الله سره څه برخه شته، او نه الله لره مرستندوی شته چې مرسته يې وکړي، هغه له شريکانو او مرستندویانو بې پروا دی

وَلَا تَنفَعُ ٱلشَّفَـٰعَةُ عِندَهُۥٓ إِلَّا لِمَنْ أَذِنَ لَهُۥ ۚ حَتَّىٰٓ إِذَا فُزِّعَ عَن قُلُوبِهِمْ قَالُوا۟ مَاذَا قَالَ رَبُّكُمْ ۖ قَالُوا۟ ٱلْحَقَّ ۖ وَهُوَ ٱلْعَلِىُّ ٱلْكَبِيرُ ﴿٢٣﴾

او دهغه پاک ذات په وړاندې سپارښتنه ګټه نه رسوي مګر دا چې هغه اجازه ورته وکړي او الله دخپلې لويۍ له مخې دسپارښتنې اجازه يوازې هغه چاته کوي چې ورته خوښه يې شي او دهغه له لويۍ دا هم دي چې کله په آسمان کې خبره وکړي پرېښتې دهغه وينا ته دعاجزۍ په ډول خپل وزرونه وهي، تر دې چې کله يې له زړونو وېره لېرې شي نو پرېښتې جبرئيل ته وايي: پالونکي مو څه وويل؟ جبرئيل وايي: حق يې وويل او هغه دذات په اعتبار او دغلبې په اعتبار لوړ دی، داسې لوی دی چې هر شی دهغه څخه کښته دي

۞ قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۖ قُلِ ٱللَّهُ ۖ وَإِنَّآ أَوْ إِيَّاكُمْ لَعَلَىٰ هُدًى أَوْ فِى ضَلَـٰلٍۢ مُّبِينٍۢ ﴿٢٤﴾

اې رسوله دغو مشرکانو ته ووايه: څوک له اسمانونو دباران په اورولو او له ځمکې ددانو، کښتونو، مېوو او نورو په راشنه کولو روزي درکوي؟ ووايه: الله هغه ذات دی چې تاسې ته ترې روزي درکوي، او موږ او يا تاسو اې مشرکانو يا پر لا رښوونه يو او يا له لا رې په څرګنده لا ر ورکۍ کې يو، نو زموږ يو خو هرومرو همداسې دی او په دې کې هيڅ شک نشته چې دلارښوونې څښتنان مؤمنان دي او دلار ورکۍ څښتنان هغوی مشرکان دي

قُل لَّا تُسْـَٔلُونَ عَمَّآ أَجْرَمْنَا وَلَا نُسْـَٔلُ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿٢٥﴾

ای رسوله! هغوی ته ووايه: دقيامت په ورځ تاسو زموږ دکړو ګناهونو څخه نه پوښتل کېږئ او نه موږ دهغه څه په اړه پوښتل کېږو چې تاسو يې کوئ

قُلْ يَجْمَعُ بَيْنَنَا رَبُّنَا ثُمَّ يَفْتَحُ بَيْنَنَا بِٱلْحَقِّ وَهُوَ ٱلْفَتَّاحُ ٱلْعَلِيمُ ﴿٢٦﴾

هغوی ته ووايه: دقيامت په ورځ به الله موږ او تاسو را غونډوي، بيا به زموږ او ستاسو ترمنځ په عدالت پرېکړه کوي، نو حق والا به له باطل څخه بېل کړي، او همغه داسې پرېکړه کوونکی دی چې په عدالت پرېکړه کوي او پر هغه څه ښه پوه دی چې پرېکړه يې کوي. مخ ۴ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

قُلْ أَرُونِىَ ٱلَّذِينَ أَلْحَقْتُم بِهِۦ شُرَكَآءَ ۖ كَلَّا ۚ بَلْ هُوَ ٱللَّهُ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ ﴿٢٧﴾

ای رسوله! هغوی ته ووایه: هغه کسان راته وښيئ چې له الله سره مو شريکان ګرځولي وو چې په عبادت کې مو ورسره شريکول، هيڅکله نه، امر به داسې نه وي لکه تاسو يې چې فکر کوئ چې هغه لره به شريکان وي، بلکې همغه الله داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په خپل پيدايښت کې مخلوق لره،او په هغه انداره کې چې لګولې یې ده او پخپله ژوره پاملرنه کې حکمت والا دی

وَمَآ أَرْسَلْنَـٰكَ إِلَّا كَآفَّةًۭ لِّلنَّاسِ بَشِيرًۭا وَنَذِيرًۭا وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٢٨﴾

ای رسوله! ته مو نه يې لېږلی مګر دا چې له ټولو څخه ځان ساتونکو ته دزيري ورکوونکي په توګه چې هغوی لره جنت دی او دکفر او بې لا رۍ څښتنانو ته له اوره د وېروونکي په توګه، خو ډېری خلک په دغه نه پوهيږي، که چېرې پرې پوهېدلای، نو تاسو به يې درواغجن نه ګڼلی

وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَـٰذَا ٱلْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ ﴿٢٩﴾

او مشرکان دهغه عذاب چې ترې وېرول کيږي دبيړه غوښتونکو په توګه وايي: دغه دعذاب ژمنه به کله وي که تاسو په کړې دعوی کې رېښتيني ياست چې هغه عذاب حق دی. قل ل كم ميعاد يوم ل اتستٔخرون عنهساعة ولا تستقدمون

قُل لَّكُم مِّيعَادُ يَوْمٍۢ لَّا تَسْتَـْٔخِرُونَ عَنْهُ سَاعَةًۭ وَلَا تَسْتَقْدِمُونَ ﴿٣٠﴾

ای رسوله! دغو په بيړه دعذاب غوښتونکو ته ووایه: ستاسو لپاره دعذاب نېټه ټاکلې ورځ ده، چې نه به يوه ګړۍ ترې وروسته کېږئ او نه به يوه ګړۍ ترې مخته کېږئ، او دغه ورځ دقيامت ورځ ده

وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَن نُّؤْمِنَ بِهَـٰذَا ٱلْقُرْءَانِ وَلَا بِٱلَّذِى بَيْنَ يَدَيْهِ ۗ وَلَوْ تَرَىٰٓ إِذِ ٱلظَّـٰلِمُونَ مَوْقُوفُونَ عِندَ رَبِّهِمْ يَرْجِعُ بَعْضُهُمْ إِلَىٰ بَعْضٍ ٱلْقَوْلَ يَقُولُ ٱلَّذِينَ ٱسْتُضْعِفُوا۟ لِلَّذِينَ ٱسْتَكْبَرُوا۟ لَوْلَآ أَنتُمْ لَكُنَّا مُؤْمِنِينَ ﴿٣١﴾

او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی وايي: هيڅکله به پردغه قرآن ايمان رانه وړو کوم چې محمد صلی الله علیه وسلم ګومان کوي چې پر هغه نازل کړل شوی دی، او نه پر پخوانيو آسماني کتابونو ايمان راوړو، او ای رسوله! که ته دقيامت په ورځ ووينې چې ظالمان يې دخپل پالونکي په وړاندې دحساب لپاره بند کړل شوي وي، په خپل منځ کې يو او بل ته خبرې ورګرځوي او هر يو مسؤوليت او ملامتيا پر بل وراچوي، کمزوري ګڼل شوي پيروان به يې خپلو هغو مشرانو ته وايي چې په دنيا کې يې کمزوري کړي وو: که تاسو موږ نه وای لا رورکي کړي، موږ به هرومرو پر الله او دهغه پر رسولانو ايمان راوړونکي وو

قَالَ ٱلَّذِينَ ٱسْتَكْبَرُوا۟ لِلَّذِينَ ٱسْتُضْعِفُوٓا۟ أَنَحْنُ صَدَدْنَـٰكُمْ عَنِ ٱلْهُدَىٰ بَعْدَ إِذْ جَآءَكُم ۖ بَلْ كُنتُم مُّجْرِمِينَ ﴿٣٢﴾

هغه مشران چې له حقه يې لويي کړې خپلو هغو پيروانو ته چې کمزوري کړي يې دي وبه وايي: آيا موږ تاسو له هغې لا رښوونې راګرځولي ياست چې محمد درته راوړې ده؟! نه، بلکې تاسو ظالمان، دفساد او ورانکارۍ والا ياست

وَقَالَ ٱلَّذِينَ ٱسْتُضْعِفُوا۟ لِلَّذِينَ ٱسْتَكْبَرُوا۟ بَلْ مَكْرُ ٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ إِذْ تَأْمُرُونَنَآ أَن نَّكْفُرَ بِٱللَّهِ وَنَجْعَلَ لَهُۥٓ أَندَادًۭا ۚ وَأَسَرُّوا۟ ٱلنَّدَامَةَ لَمَّا رَأَوُا۟ ٱلْعَذَابَ وَجَعَلْنَا ٱلْأَغْلَـٰلَ فِىٓ أَعْنَاقِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ۚ هَلْ يُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿٣٣﴾

او هغه پېرو خلک چې خپلو سردارانو کمزوري کړي وو، خپلو له حقه لويي کوونکو مشرانو ته وويل: بلکې ستاسې شپه او ورځ چل موږ له لا رښوونې را ګرځولي وو، کله چې تاسې پر الله دکفر او له هغه پرته دمخلوقاتو دلمانځلو امر راته کولو، هغوی به پښېماني ښکاره کړي پر هغه کفر چې په دنيا کې پرې وو، کله چې عذاب وويني او پوه شي چې سزا ورکول کيږي، او موږ دکافرانو په غاړو کې ځنځيرونه ور اچولي، هغوی ته دغه سزا يوازې له دې امله ورکول کيږي چې په دنيا کې يې له الله پرته دنورو عبادت کولو او ګناهونه يې ترسره کول. مخ ۵ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَمَآ أَرْسَلْنَا فِى قَرْيَةٍۢ مِّن نَّذِيرٍ إِلَّا قَالَ مُتْرَفُوهَآ إِنَّا بِمَآ أُرْسِلْتُم بِهِۦ كَـٰفِرُونَ ﴿٣٤﴾

او موږ له کليو په هيڅ کلي کې کوم رسول نه دی لېږلی مګر داچې هغوی يې دالله له عذابه وېرول، خو دا چې په هغو کې چې پر کومو خلکو دواک، مرتبې او مال پېرزوينه شوې وه ويل به يې: بېشکه ای رسوله! موږ پر هغه څه کافران يو چې تاسو ورسره لېږل شوي ياست. وقالوا نحن أك ثر أمولا وأولدا وما نحن بمعذ بين

وَقَالُوا۟ نَحْنُ أَكْثَرُ أَمْوَٰلًۭا وَأَوْلَـٰدًۭا وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِينَ ﴿٣٥﴾

او دغو دمرتبې څښتنانو دوياړ او فخر کوونکو په ډول ويل: موږ دمالونو او اولادونو له پلوه ډېر زيات يو، او دا چې تاسو ګومان کوئ چې موږ به په عذابېږو درواغ دي، موږ نه په دنيا کې او نه په آخرت کې په عذابېدونکي يو

قُلْ إِنَّ رَبِّى يَبْسُطُ ٱلرِّزْقَ لِمَن يَشَآءُ وَيَقْدِرُ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٣٦﴾

ای رسوله! دغو خلکو ته چې په ورکړل شويو نعمتونو غرور کوونکونکي دي ووايه: زما پالونکی چې پاک او لوړ دی چاته چې وغواړي روزي يې دازمويښت په ډول پراخوي چې آيا شکر کوي او که کفر، او چاته چې وغواړي دازموينې په ډول يې روزي تنګوي چې آيا صبرکوي او که په غوسه کيږي؟ خو ډېری خلک په دې نه پوهيږي چې الله حکيم دی، هيڅ امر نه اندازه کوي مګر ديو لوړ حکمت له مخې، څوک چې پرې پوه شوي هغه پرې پوه شول خو څوک چې ترې جاهل شوي هغه ترې جاهل شول

وَمَآ أَمْوَٰلُكُمْ وَلَآ أَوْلَـٰدُكُم بِٱلَّتِى تُقَرِّبُكُمْ عِندَنَا زُلْفَىٰٓ إِلَّا مَنْ ءَامَنَ وَعَمِلَ صَـٰلِحًۭا فَأُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمْ جَزَآءُ ٱلضِّعْفِ بِمَا عَمِلُوا۟ وَهُمْ فِى ٱلْغُرُفَـٰتِ ءَامِنُونَ ﴿٣٧﴾

او ستاسې هغه مالونه او اولادونه چې پرې وياړئ داسې نه دي چې ستاسو دالله خوښې ته لا رښوونه کوي، بلکې چا چې پر الله ايمان راوړی او نېک عمل يې کړی هغه به څو برابره ثواب ترلاسه کړی، نو مالونه هغه دالله په لا ر کې په لګولو سره نېږدې کوي او اولادونه يې هغه ته په دعا کولو سره، نو دغه مؤمنان چې نېک کارونه کوي هغوی لره څو برابره ثواب دی دهغو نېکيو چې کړې يې دي، او هغوی دجنت په لوړو ماڼيو کې وي چې له هر هغه عذابه او مرګه او دنعمتونو له ختمېدو به په امان کې وي چې ترې ډاريږي

وَٱلَّذِينَ يَسْعَوْنَ فِىٓ ءَايَـٰتِنَا مُعَـٰجِزِينَ أُو۟لَـٰٓئِكَ فِى ٱلْعَذَابِ مُحْضَرُونَ ﴿٣٨﴾

او هغه کافران چې خپله ټوله هڅه زموږ له آيتونو څخه دخلکو په ګرځولو کې لګوي او دخپلو موخو په لا سته راوړلو کې کوښښ کوي دغه خلک په دنيا کې تاوانيان او په آخرت کې په عذابېدونکي دي

قُلْ إِنَّ رَبِّى يَبْسُطُ ٱلرِّزْقَ لِمَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦ وَيَقْدِرُ لَهُۥ ۚ وَمَآ أَنفَقْتُم مِّن شَىْءٍۢ فَهُوَ يُخْلِفُهُۥ ۖ وَهُوَ خَيْرُ ٱلرَّٰزِقِينَ ﴿٣٩﴾

ای رسوله! ووايه: بېشکه زما پالونکی پاک او لوړ دی له بندګانو يې چې چاته وغواړي روزي يې پراخوي او له هغوی چې چاته وغواړي پرې تنګوي يې، او څه چې تاسو دالله په لا ر کې لګوئ، نو الله تعالی به يې په دنيا کې تر هغو په غوره څه ددرکولو ځای ناستی درکړي، او په آخرت کې په لوی ثواب سره، او الله پاک تر ټولو روزي ورکوونکو غوره دی، نو څوک چې روزي لټوي هغه پاک ته دې پناه يوسي

وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ جَمِيعًۭا ثُمَّ يَقُولُ لِلْمَلَـٰٓئِكَةِ أَهَـٰٓؤُلَآءِ إِيَّاكُمْ كَانُوا۟ يَعْبُدُونَ ﴿٤٠﴾

او ای رسوله! په ياد کړه هغه ورځ چې الله هغوی ټول راغونډ کړي، بيا الله پاک پرېښتو ته دمشرکانو درټلو او غندلو په توګه وايي: آيا دغه خلکو په دنيا کې دالله څخه پرته ستاسو عبادت کولو؟. مخ ۶ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

قَالُوا۟ سُبْحَـٰنَكَ أَنتَ وَلِيُّنَا مِن دُونِهِم ۖ بَلْ كَانُوا۟ يَعْبُدُونَ ٱلْجِنَّ ۖ أَكْثَرُهُم بِهِم مُّؤْمِنُونَ ﴿٤١﴾

پرېښتو وویل: پاک یې او دعزت خاوند یې! ته له هغوی پرته زمونږ دوست یې، زمونږ او دهغوی تر منځ هیڅ کومه دوستي نشته، بلکه دغه مشرکانو به دشیطانانو عبادت کاوه؛ ځان به یې ورته دپریښتو په څېرو کې به یې ورته ځان خوده راو دوی به یې له الله پرته عبادت کاوه، ډیری ددوی پر هغوی باور لرونکي و

فَٱلْيَوْمَ لَا يَمْلِكُ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍۢ نَّفْعًۭا وَلَا ضَرًّۭا وَنَقُولُ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ ذُوقُوا۟ عَذَابَ ٱلنَّارِ ٱلَّتِى كُنتُم بِهَا تُكَذِّبُونَ ﴿٤٢﴾

دراپاڅېدو او حساب په ورځ به باطل معبودان دهغه چا لپاره دهيڅ ګټې واک نه لري چې په دنيا کې يې هغوی عبادت کولو او نه به هغوی لره دزيان واک لري او موږ به هغو خلکو ته چې پرځانونو يې دکفر او ګناهونو له امله ظلم کړی ووايو: هغه اور وڅکئ چې تاسو يې په دنيا کې درواغ ګڼونکي واست

وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَـٰتُنَا بَيِّنَـٰتٍۢ قَالُوا۟ مَا هَـٰذَآ إِلَّا رَجُلٌۭ يُرِيدُ أَن يَصُدَّكُمْ عَمَّا كَانَ يَعْبُدُ ءَابَآؤُكُمْ وَقَالُوا۟ مَا هَـٰذَآ إِلَّآ إِفْكٌۭ مُّفْتَرًۭى ۚ وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لِلْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُمْ إِنْ هَـٰذَآ إِلَّا سِحْرٌۭ مُّبِينٌۭ ﴿٤٣﴾

او کله چې پر دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو زموږ پر رسول نازل کړل شوي څرګند آيتونه لوستل کيږي چې هيڅ پټوالی پکې نشته هغوی وايي: دغه سړی چې له کوم څه سره راغلی داسې يو سړی دی چې غواړي له هغه څه مو را وګرځوي چې ستاسو پلرونه پرې وو، او وايي: دغه قرآن نه دی مګر داسې يو درواغ چې هغه پر الله تړلي دي، او هغو کسانو چې پر الله يې کفر کړی قرآن چې کله دالله له لوري ورته راغی ويل به يې: نه دی دغه مګر څرګند جادو، ددې دپاره چې دسړي او مېرمنې ترمنځ بېلتون راولي او دزوی او دپلار تر منځ

وَمَآ ءَاتَيْنَـٰهُم مِّن كُتُبٍۢ يَدْرُسُونَهَا ۖ وَمَآ أَرْسَلْنَآ إِلَيْهِمْ قَبْلَكَ مِن نَّذِيرٍۢ ﴿٤٤﴾

او موږ نه هغوی ته داسې کتابونه ورکړي وو چې هغوی لوستلای تر څو يې ددوې دې خبرې ته لا رښوونه کړې وای چې دغه قرآن داسې درواغ دي چې محمد له ځانه جوړ کړي، او ای رسوله! نه مو هغوی ته ستا له لېږلو مخکې رسول لېږلی چې هغوی يې دالله له عذابه وېرولي وای

وَكَذَّبَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَمَا بَلَغُوا۟ مِعْشَارَ مَآ ءَاتَيْنَـٰهُمْ فَكَذَّبُوا۟ رُسُلِى ۖ فَكَيْفَ كَانَ نَكِيرِ ﴿٤٥﴾

او مخکېنيو امتونو لکه عاد، ثمود او دلوط قوم تکذيب وکړ او ستا له قومه مشرکان دمخکېنيو امتونو لسمې برخې ځواک، پياوړتيا، مال او شمېر ته نه دي رسېدلي، نو له هغوی هر يو يې خپل رسول درواغجن وګڼلو، نو هغوی ته ورکړل شوی مال، ځواک او شمېر هيڅ ګټه ونه رسوله، چې زما عذاب پرې راغی، نو اې رسوله وګوره چې پر هغوی زما انکار او هغوی لره زما عذاب څنګه و؟

۞ قُلْ إِنَّمَآ أَعِظُكُم بِوَٰحِدَةٍ ۖ أَن تَقُومُوا۟ لِلَّهِ مَثْنَىٰ وَفُرَٰدَىٰ ثُمَّ تَتَفَكَّرُوا۟ ۚ مَا بِصَاحِبِكُم مِّن جِنَّةٍ ۚ إِنْ هُوَ إِلَّا نَذِيرٌۭ لَّكُم بَيْنَ يَدَىْ عَذَابٍۢ شَدِيدٍۢ ﴿٤٦﴾

بينيدى عذاب شديد ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: زه يوازې تاسو ته مشوره درکوم او ديو عادت نصيحت درته کوم، هغه دا چې تاسو له هوسونو پاک يوازې الله پاک ته دوه دوه يا يو یو ودرېږئ بيا مو دخپل ملګري په سيرت کې فکر وکړئ او په هغه څه کې چې دهغه دعقل، رېښتينولۍ او امانتدارۍ په اړه پرې پوهېږئ، تر څو درته څرګنده شي چې هغه صلی الله عليه وسلم لېونی نه دی، هغه نه دی مګر يوازې له يو راتلونکي عذاب څخه ستاسو وېروونکی دی که چېرې الله ته پر هغه دشرک کولو څخه توبه ونه باسئ

قُلْ مَا سَأَلْتُكُم مِّنْ أَجْرٍۢ فَهُوَ لَكُمْ ۖ إِنْ أَجْرِىَ إِلَّا عَلَى ٱللَّهِ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ شَهِيدٌۭ ﴿٤٧﴾

ای رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووايه: ما که تاسو ته په راوړې لا رښوونه او خير له تاسو دکومې بدلې او مزدورۍ غوښتنه کړې وي دشتون په صورت کې، هغه دې تاسو لره وي، زما بدله يوازې پر يو الله ده، او هغه پاک ذات پر هرڅه شاهد دی، او هغه ددې خبرې شاهدي ورکوي چې ما تاسو ته رسونه وکړه، او ستاسو پر کړنو شاهدي ورکوي، نو بشپړه جزا به يې درکړي. مخ ۷ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

قُلْ إِنَّ رَبِّى يَقْذِفُ بِٱلْحَقِّ عَلَّـٰمُ ٱلْغُيُوبِ ﴿٤٨﴾

ای رسوله! ووایه: له شک پرته پالونکی مې حق پر باطل ځواکمنوي نو باطل له منځه وړي، او هغه پر پټو ډېر ښه پوه دی، له هغه څخه نه په آسمانونو کې او نه په ځمکه کې هيڅ شی هم پټ نه دي او نه له هغه دخپلو بندګانو کړنې پټې دي

قُلْ جَآءَ ٱلْحَقُّ وَمَا يُبْدِئُ ٱلْبَـٰطِلُ وَمَا يُعِيدُ ﴿٤٩﴾

ای رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووایه: هغه حق راغی چې اسلام دی، او هغه باطل له منځه ولاړ چې هيڅ اغېز او ځواک ورلره نه ښکاريږي او نه خپل نفوذ ته راګرځي

قُلْ إِن ضَلَلْتُ فَإِنَّمَآ أَضِلُّ عَلَىٰ نَفْسِى ۖ وَإِنِ ٱهْتَدَيْتُ فَبِمَا يُوحِىٓ إِلَىَّ رَبِّىٓ ۚ إِنَّهُۥ سَمِيعٌۭ قَرِيبٌۭ ﴿٥٠﴾

ای رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووایه: که چېرې په هغه څه کې له حقه لا رورکی شوی وم چې تاسو ته يې رسوم، نو زما دلارورکۍ ضرر يوازې تر ما پورې دی، تاسو ته هيڅ نه در رسيږي، او که په سمه لا ر وم نو دا دهغې وحي له امله چې زما پالونکی يې راته وحي کوي، بېشکه هغه دخپلو بندګانو دويناوو اورېدونکی دی، نېږدې دی څه چې وایم دهغه اورېدل نه پرې ستونزمن کيږي

وَلَوْ تَرَىٰٓ إِذْ فَزِعُوا۟ فَلَا فَوْتَ وَأُخِذُوا۟ مِن مَّكَانٍۢ قَرِيبٍۢ ﴿٥١﴾

او ای رسوله! که ته ووينې چې دغه درواغ ګڼونکي وېريږي کله چې هغوی دقيامت په ورځ عذاب وويني، چې هغوی لره به ترې هيڅ دتېښتې ځای نه وي او نه به پناه ځای وي چې پناه ور وړي، او له نېږدې ځایه را ونيول شي چې په لومړي پړاو کې يې را نيول آسانه وي، که چېرې ته دغه ووينې نو يو عجيب امر به ووينې

وَقَالُوٓا۟ ءَامَنَّا بِهِۦ وَأَنَّىٰ لَهُمُ ٱلتَّنَاوُشُ مِن مَّكَانٍۭ بَعِيدٍۢ ﴿٥٢﴾

او هغوی به هغه مهال چې خپل دورګرځېدو ځای وويني ووايي: موږ دقيامت په ورځ ايمان راوړ، او هغوی لره به دايمان ورکړه او ترلاسه کول څنګه وي حال داچې دايمان دقبلېدو له ځایه لېرې شوي دي ځکه هغوی ددنيا له هغه کوره چې دعمل کور دی نه دجزا دآخرت کور خوا ته راوتلي دي چې هغه دجزا کور دی نه د عمل؟!

وَقَدْ كَفَرُوا۟ بِهِۦ مِن قَبْلُ ۖ وَيَقْذِفُونَ بِٱلْغَيْبِ مِن مَّكَانٍۭ بَعِيدٍۢ ﴿٥٣﴾

او له هغوی به څنګه ايمان حاصل او ومنل شي حال دا چې ددنيا په ژوند کې يې پرې کفر کړی او حق ته له رسېدو لېرې ګومان يې کړی دی، لکه درسول صلی الله عليه وسلم په اړه دهغوی وينا چې کوډګر، کاهن او شاعر دی

وَحِيلَ بَيْنَهُمْ وَبَيْنَ مَا يَشْتَهُونَ كَمَا فُعِلَ بِأَشْيَاعِهِم مِّن قَبْلُ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ فِى شَكٍّۢ مُّرِيبٍۭ ﴿٥٤﴾

او دغه درواغ ګڼونکي ددنيا دهغوخوندونو ترلاسه کېدو، له کفر څخه دتوبه اېستلو، له اوره دخونديتوب او ددنيا ژوند ته دورګرځېدو څخه منع کړل شوي دي چې هغوی يې غواړي، لکه څنګه چې له هغوی مخکې دپخوانيو امتونو څخه دهغوی په سيالانو داسې څه تر سره کړل شول، بېشکه هغوی دالله دتوحيد او پر بېرته را ژوندي کېدو له ايمان راوړلوڅخه چې رسولانو راوړي وو په شک کې دي، داسې شک کې چې دکفر لا مل دی. مخ ۸ له ۸ moc.hgelp

زده کړه · سبأ — Saba

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې