کورتفسیرالأحزاب (٣٣)

تفسیر الأحزاب — Al-Ahzaab (33)

مدني · ٧٣ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ ٱتَّقِ ٱللَّهَ وَلَا تُطِعِ ٱلْكَـٰفِرِينَ وَٱلْمُنَـٰفِقِينَ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًۭا ﴿١﴾

ای پېغمبره! دالله تعالی په تقوی او دهغه امر منلو او نواهي څخه ځان ژغورلو باندې خپله او ستا ملګري پاتې شئ، او یوازې له ده ووېرېږه، او دکافرانو او منافقانو په هغه څه کې مه منئ چې ددوی زړونه یې غواړي، بېشکه الله تعالی دکافرانو او منافقانو په چلونو پوه دی، او دخپل مخلوق په پېدایښت او تنظیمولو کې دحکمت والا دی

وَٱتَّبِعْ مَا يُوحَىٰٓ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًۭا ﴿٢﴾

او دهغې وحې پېروي وکړه چې پر تا یې ستا رب نازلوي، بېشکه الله تعالی په هغه څه چې تاسو یې کوئ خبردار دی، هېڅ شی ترې نه پاتې کېږي، او زر به تاسو ته ستاسو دکړنو بدله درکړي

وَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِيلًۭا ﴿٣﴾

او په خپلو ټولو کارونو کې یوازې پر الله تعالی بروسه کوه، او الله تعالی دهغه بندګانو لپاره چې بروسه پرې کوي دساتونکي په توګه بس دی

مَّا جَعَلَ ٱللَّهُ لِرَجُلٍۢ مِّن قَلْبَيْنِ فِى جَوْفِهِۦ ۚ وَمَا جَعَلَ أَزْوَٰجَكُمُ ٱلَّـٰٓـِٔى تُظَـٰهِرُونَ مِنْهُنَّ أُمَّهَـٰتِكُمْ ۚ وَمَا جَعَلَ أَدْعِيَآءَكُمْ أَبْنَآءَكُمْ ۚ ذَٰلِكُمْ قَوْلُكُم بِأَفْوَٰهِكُمْ ۖ وَٱللَّهُ يَقُولُ ٱلْحَقَّ وَهُوَ يَهْدِى ٱلسَّبِيلَ ﴿٤﴾

الله ديو سړي په سينه کې دوه زړونه نه دي پيداکړي، همدارنګه يې مېرمنې په ناروا والي کې دميندو غوندې نه دي ګرځولې او نه يې په خوله بللي زامن دحقيقي زامنو غوندې کړي، ځکه ظهار چې سړی خپله مېرمن دخپلې مور او خور غوندې ناروا کوي او همدارنګه دناپوهۍ دزمانې له هغو دودونو چې يوڅوک به يې زوی وبللو چې تاسې يې په خپلو خولو کې سره تکراروئ اسلام دغه عادات باطل کړل، هغه لره هيڅ حقيقت نشته، نو مېرمن مور نه کيږي او په خوله بللی زوی دهغه چا حقيقي زوی نه کيږي چې دزوی والي دعوی يې کوي، او الله پاک حق وايي ترڅو يې بنده ګان پرې عمل وکړي او حق لا رې ته يې لا رښوونه وکړي

ٱدْعُوهُمْ لِـَٔابَآئِهِمْ هُوَ أَقْسَطُ عِندَ ٱللَّهِ ۚ فَإِن لَّمْ تَعْلَمُوٓا۟ ءَابَآءَهُمْ فَإِخْوَٰنُكُمْ فِى ٱلدِّينِ وَمَوَٰلِيكُمْ ۚ وَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌۭ فِيمَآ أَخْطَأْتُم بِهِۦ وَلَـٰكِن مَّا تَعَمَّدَتْ قُلُوبُكُمْ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًۭا رَّحِيمًا ﴿٥﴾

هغه کسان چې تاسو یې دزویتوب دعوه لرئ خپلو ریښتینو پلرونو ته وبلئ، ځکه چې هغوی ته یې بلل دالله په نزد انصاف دی، نو که چېرې یې تاسو پلرونه نه پېژنئ چې ورته یې وبلئ نو بیا دوی ستاسو ورونه دي په دین کې او له مرییتوب څخه ستاسو آزاد کړی شوي دي، نو یوه ده دوی ته په ای وروره او ای تره زویه غږ وکړئ، او په تاسو ګناه نشته کله چې له تاسو څخه یو څوک تېروته او په زویتوب نیونکي ته یې وبله، لیکن قصدا په داسې وینا ګناهګارېږئ، او الله تعالی دهغو بندګانو بخښونکی دی چې توبه وباسي، پرې لورین دی چې په تېروتنه یې نه نیسي

ٱلنَّبِىُّ أَوْلَىٰ بِٱلْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنفُسِهِمْ ۖ وَأَزْوَٰجُهُۥٓ أُمَّهَـٰتُهُمْ ۗ وَأُو۟لُوا۟ ٱلْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَىٰ بِبَعْضٍۢ فِى كِتَـٰبِ ٱللَّهِ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُهَـٰجِرِينَ إِلَّآ أَن تَفْعَلُوٓا۟ إِلَىٰٓ أَوْلِيَآئِكُم مَّعْرُوفًۭا ۚ كَانَ ذَٰلِكَ فِى ٱلْكِتَـٰبِ مَسْطُورًۭا ﴿٦﴾

پېغمبر (محمد صلی الله علیه وسلم) پر مومنانو له خپلو ځانونو هم زیات حق لرونکی دی په ټولو هغو څه کې چې هغې خوا ته دوی راوبلي، که څه هم ددوی زړونه بل څه وغواړي، او دده صلی الله علیه وسلم بیبیانې دټولو مومنانو دمېندو په منزله دي، په هر مومن حرام دي چې کومې یوې ددوی سره واده وکړي پس دهغه صلی الله علیه وسلم دمرګ څخه، او دخپلولئ څښتنان دمیراث په اړه دالله په حکم کې یو په پر بل ډېر حق لرونکي دي نظر له ایمان او دالله په لا ر کې دهجرت خاوندانو، هغه کسان چې داسلام په پېل کې به یې له یو بل څخه میراث اخیستلو، بیا وروسته ددوی میراث اخیستل منسوخ شول، مګر که تاسو -ای مومنانو- د وارثانو څخه پرته خپلو دوستانو ته وصیت یا کومه ښیګڼه ورسره کوئ نو کولی شئ، دا پرېکړه په لوح محفوظ کې لیکل شوې وه نو عمل پرې واجب دی. مخ ۱ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَإِذْ أَخَذْنَا مِنَ ٱلنَّبِيِّـۧنَ مِيثَـٰقَهُمْ وَمِنكَ وَمِن نُّوحٍۢ وَإِبْرَٰهِيمَ وَمُوسَىٰ وَعِيسَى ٱبْنِ مَرْيَمَ ۖ وَأَخَذْنَا مِنْهُم مِّيثَـٰقًا غَلِيظًۭا ﴿٧﴾

او یاد کړه -اې پېغمبره- کله چې مونږ دپېغمبرانو څخه ټېنګه ژمنه واخیسته چې یوازې دیو الله عبادت به کوي او دهغه سره به څوک نه شریکوي، او کومه وحي چې دوی ته راغلې هغه به رسوي، او له تا مو ځانګړې (ژمنه) واخیسته، او له نوح او ابراهیم او موسی او دمریمې زوی عیسی څخه، له دوی مو ټېنګه ژمنه واخیسته چې وفاء به کوي په رسولو دالله دهغه رسالت (پېغام) کوم چې دوی ته په امانت ورکړل شوی و

لِّيَسْـَٔلَ ٱلصَّـٰدِقِينَ عَن صِدْقِهِمْ ۚ وَأَعَدَّ لِلْكَـٰفِرِينَ عَذَابًا أَلِيمًۭا ﴿٨﴾

دا ټېنګه ژمنه الله تعالی له پېغمبرانو ځکه واخیستله څو له ریښتینو پېغمبرانو څخه ددوی دریښتیا په اړه پوښتنه وکړي، کافرانو ته دزورنې په موخه، او الله تعالی د قیامت په ورځ په ده او دده په پېغمبرانو باندې کفر کوونکو ته ددوزخ داور دردناک عذاب چمتو کړی دی

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱذْكُرُوا۟ نِعْمَةَ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَآءَتْكُمْ جُنُودٌۭ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًۭا وَجُنُودًۭا لَّمْ تَرَوْهَا ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا ﴿٩﴾

بما تعملون بصيرا ای هغو کسانو چې په الله یې ایمان راوړی او دهغه په شریعت یې عمل کړی، یاد کړئ دالله نعمت پر تاسو، کله چې مدینې ته ډلې ډلې لښکرې ستاسو دوژلو لپاره راغلې، او منافقانو او یهودو ورسره مرسته وکړه، نو مونږ پرې سیلۍ راولېږله چې هغه دصبا باد وکوم سره چې دپېغمبر علیه السلام مرسته شوې وه، او مونږ دملائکو لښکرې هم راولېږلې چې تاسو نه کتلې، نو کافران په تېښته پر شا شول، چې هېڅ وس یې نه درلود، او الله تعالی په هغه څه چې تاسو کول لېدونکی دی هېڅ ترې نشي پټېدلای، او زر دی چې تاسو ته به ستاسو دکړنو بدله درکړي

إِذْ جَآءُوكُم مِّن فَوْقِكُمْ وَمِنْ أَسْفَلَ مِنكُمْ وَإِذْ زَاغَتِ ٱلْأَبْصَـٰرُ وَبَلَغَتِ ٱلْقُلُوبُ ٱلْحَنَاجِرَ وَتَظُنُّونَ بِٱللَّهِ ٱلظُّنُونَا۠ ﴿١٠﴾

او کله چې تاسو ته کافران ددرې له پورته او ښکته، ختیځ او لوېدیځ خوا وو راغلل، دغه مهال سترګې له ټولو شیانو څخه یوازې خپل دښمن خواته کږې شوې، او د سختې وېرې له کبله زړونه ستونو ته ورسېدل، او په الله تعالی مو ګڼ ګومانونه کول؛ کله به دمرستې او کله ترې دناهیلې کیدلو

هُنَالِكَ ٱبْتُلِىَ ٱلْمُؤْمِنُونَ وَزُلْزِلُوا۟ زِلْزَالًۭا شَدِيدًۭا ﴿١١﴾

دخندق غزا په دغه دریځ کې مومنان وآزمایل شول دا چې ددښمنانو راټولېدو سره مخامخ شول، او دوېرې له کبله په سختو خوځولو سره وخوځول شول، او په دې ازميښت کې مومن او منافق څرګند شول

وَإِذْ يَقُولُ ٱلْمُنَـٰفِقُونَ وَٱلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌۭ مَّا وَعَدَنَا ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥٓ إِلَّا غُرُورًۭا ﴿١٢﴾

په دغه ورځ منافقانو او کمزوري ایمان والاوو چې په زړونو کې یې شک دی وویل: په دښمن باندې دبریا او پر ځمکه دواکمنۍ وعده نه وه کومه چې مونږ سره الله او دهغه رسول کړې وه پرته له دې چې برباده او بې بنسټه وي

وَإِذْ قَالَت طَّآئِفَةٌۭ مِّنْهُمْ يَـٰٓأَهْلَ يَثْرِبَ لَا مُقَامَ لَكُمْ فَٱرْجِعُوا۟ ۚ وَيَسْتَـْٔذِنُ فَرِيقٌۭ مِّنْهُمُ ٱلنَّبِىَّ يَقُولُونَ إِنَّ بُيُوتَنَا عَوْرَةٌۭ وَمَا هِىَ بِعَوْرَةٍ ۖ إِن يُرِيدُونَ إِلَّا فِرَارًۭا ﴿١٣﴾

او یاد کړه -ای پېغمبره- کله چې وویلې دمنافقانو یوې ډلې مدینې والاوو ته: ای دیثرب (د مدینې نوم وو داسلام څخه مخکې) خلکو، ستاسو پاتې کېدل نشته د خندق نږدې دسلع غره په لمن کې نو خپلو کورونو ته ستانه شئ، او یوې ډلې دپېغمبر علیه السلام څخه اجازه غوښتله چې خپلو کورونو ته په دې بهانه وګرځي چې هغه دښمن ته ښکاره دي، خو هغه ښکاره نه دي څرنګه چې دوی دعوه کوي، بلکه دوی په دروغو عذر وړاندې کولو سره له دښمن څخه تېښته غواړي. مخ ۲ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَلَوْ دُخِلَتْ عَلَيْهِم مِّنْ أَقْطَارِهَا ثُمَّ سُئِلُوا۟ ٱلْفِتْنَةَ لَـَٔاتَوْهَا وَمَا تَلَبَّثُوا۟ بِهَآ إِلَّا يَسِيرًۭا ﴿١٤﴾

او که چېرې دښمن پر دوی دمدینې له ټولو خواوو ورننوځي او له دوی وغواړي چې کفر او الله سره شریک نیولو ته بېرته وګرځي نو دوی به خامخا دښمن سره دا ومني، او په مرتد کېدلو او کفر ته بېرته ګرځېدلو کې به ځنډ ونکړي مګر لږ

وَلَقَدْ كَانُوا۟ عَـٰهَدُوا۟ ٱللَّهَ مِن قَبْلُ لَا يُوَلُّونَ ٱلْأَدْبَـٰرَ ۚ وَكَانَ عَهْدُ ٱللَّهِ مَسْـُٔولًۭا ﴿١٥﴾

او پرته له شکه دغو منافقانو داحد په ورځ له جګړې دتېښتې وروسته ژمنې وکړې، که الله هغوی په بله جګړه حاضر کړي؛ نو له خپل دښمن سره به هرومرو جګړه کوي، دهغوی دوېرې له امله به نه تښتي، خو هغوی بيا هم ژمنه ماته کړه، بنده دهغه څه په اړه پوښتل کيږي چې له الله سره یې پرې ژمنه کړې وه او ژر به حساب ورسره پرې وشي

قُل لَّن يَنفَعَكُمُ ٱلْفِرَارُ إِن فَرَرْتُم مِّنَ ٱلْمَوْتِ أَوِ ٱلْقَتْلِ وَإِذًۭا لَّا تُمَتَّعُونَ إِلَّا قَلِيلًۭا ﴿١٦﴾

ته ووایه -ای پېغمبره- دوی ته: تېښته به درته هېڅ ګټه ونه رسوي که چېرې دمرګ یا وژنې له وېرې له جنګ څخه وتښتئ؛ ځکه نېټې (د مرګ) ټاکل شوې دي، او که وتښتئ او نېټه مو نه وي را رسېدلي نو له ژوند څخه به خوند وانخلئ مګر لږه موده. ي

قُلْ مَن ذَا ٱلَّذِى يَعْصِمُكُم مِّنَ ٱللَّهِ إِنْ أَرَادَ بِكُمْ سُوٓءًا أَوْ أَرَادَ بِكُمْ رَحْمَةًۭ ۚ وَلَا يَجِدُونَ لَهُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ وَلِيًّۭا وَلَا نَصِيرًۭا ﴿١٧﴾

ولا نص يرا ورته ووایه -ای پېغمبره-: څوک دی چې تاسو له الله څخه وساتي که وغواړي تاسو لپاره هغه مرګ او وژنه چې تاسو یې بد ګڼئ، او یا تاسو لپاره سلامتیا او خیر وغواړي چې تاسو یې هیله لرئ، هېڅوک به مو ونه ساتي، او دا منافقان به ځانونو لپاره له الله پرته بل دوست ونه مومي چې ددوی کار ساز کړي، او نه مرستندوی چې دوی د الله له عذاب څخه بچ کړي

۞ قَدْ يَعْلَمُ ٱللَّهُ ٱلْمُعَوِّقِينَ مِنكُمْ وَٱلْقَآئِلِينَ لِإِخْوَٰنِهِمْ هَلُمَّ إِلَيْنَا ۖ وَلَا يَأْتُونَ ٱلْبَأْسَ إِلَّا قَلِيلًا ﴿١٨﴾

پرته له شکه الله په تاسو کې درسول الله صلی الله عليه وسلم په ملتيا له جګړې دنورو را ګرځوونکي پېژني او هغه کسان هم پېژني چې خپلو وروڼو ته وايي: موږ ته راځئ، له هغه سره يوځای جنګ مه کوئ، ترڅو مړه نه شئ، ځکه موږ پر تاسو له وژلو وېرېږو، دغه مرسته پرېښودونکي جنګ ته نه راځي او نه ګډون پکې کوي، مګر ډېر کم ترڅو له ځانونو عار دفع کړي، نه ددې لپاره چې دالله او دهغه درسول مرسته وکړي

أَشِحَّةً عَلَيْكُمْ ۖ فَإِذَا جَآءَ ٱلْخَوْفُ رَأَيْتَهُمْ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ تَدُورُ أَعْيُنُهُمْ كَٱلَّذِى يُغْشَىٰ عَلَيْهِ مِنَ ٱلْمَوْتِ ۖ فَإِذَا ذَهَبَ ٱلْخَوْفُ سَلَقُوكُم بِأَلْسِنَةٍ حِدَادٍ أَشِحَّةً عَلَى ٱلْخَيْرِ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ لَمْ يُؤْمِنُوا۟ فَأَحْبَطَ ٱللَّهُ أَعْمَـٰلَهُمْ ۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرًۭا ﴿١٩﴾

ه يسيرا پر تاسو -ای مومنانو- بخیلان دي په مالونو کې چې ستاسو مرسته پرې نه کوي، او په خپلو ځانو بخیلان دي چې تاسو سره جنګ ته نه ځي، او بخیلان په دوستۍ کې نو تاسو سره دوستي نه کوي، پس کله چې ویره پرې راشي ددښمن سره دمخامخ کېدو پر مهال نو وینې به دوی چې تا ته به ګوري -ای پېغمبره- چې سترګې به یې چورلي له بې زړه توب څخه په شان دهغه چا دسترګو چې دمرګ سلګۍ پرې وي، خو کله چې وېره ترې لاړه شي او ډاډه شي نو تاسو بیا دتېرو ژبو په وینا ځوروي، بخیلان دي دغنیمتونو په لټولو کې، ددې صفاتو لرونکو ریښتنی ایمان نه دی راوړی، نو الله تعالی یې دکړنو ثواب برباد کړی، او دا بربادول الله تعالی ته اسانه دي. مخ ۳ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

يَحْسَبُونَ ٱلْأَحْزَابَ لَمْ يَذْهَبُوا۟ ۖ وَإِن يَأْتِ ٱلْأَحْزَابُ يَوَدُّوا۟ لَوْ أَنَّهُم بَادُونَ فِى ٱلْأَعْرَابِ يَسْـَٔلُونَ عَنْ أَنۢبَآئِكُمْ ۖ وَلَوْ كَانُوا۟ فِيكُم مَّا قَـٰتَلُوٓا۟ إِلَّا قَلِيلًۭا ﴿٢٠﴾

دا بې زړه خلک ګومان کوي چې درسول الله صلی الله علیه وسلم او مومنانو وژلو ته راټولې شوې لښکرې به تر هغې لاړې نشي تر څو دمومنانو بېخ ونباسي، او که فرض کړه دا لښکرې بیا راشي نو دا منافقان به خوښوي چې دوی دې دمدینې څخه بهر وي دکوچیانو سره، او ستاسو دحالاتو پوښتنې دې کوي: څه وشول پر تاسو پس له جنګ کولو له دښمن خپل سره؟ او که چېرې دوی ستاسو تر منځ وای -ای مومنانو- نو تاسو سره به جنګ ته نه تللی مګر ډېر لږ، نو تاسو یې پروا مه ساتئ، او مه پرې خفه کېږئ

لَّقَدْ كَانَ لَكُمْ فِى رَسُولِ ٱللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌۭ لِّمَن كَانَ يَرْجُوا۟ ٱللَّهَ وَٱلْيَوْمَ ٱلْـَٔاخِرَ وَذَكَرَ ٱللَّهَ كَثِيرًۭا ﴿٢١﴾

پرته له شکه ستاسو لپاره په هغه څه کې چې رسول الله ويلي، ترسره کړي او کوي يې غوره بېلګه ده، په خپله مبارک حاضر شو او جګړه يې وکړه، نو له دغه وروسته بيا تاسې څنګه دهغه له ځانه په خپلو ځانونو بخيلي کوئ او درسول الله صلی الله عليه وسلم لا ر نه غوره کوئ، مګر هغه څوک چې دالله دبدلې او لورېينې هيله لري، دآخرت دورځې هيله لري او عمل ورته کوي او الله ډېر يادوي، او څوک چې دآخرت دورځې هيله نه لري او نه الله ډېر يادوي، نو هغه دالله درسول صلی الله عليه وسلم تګلاره نه غوره کوي

وَلَمَّا رَءَا ٱلْمُؤْمِنُونَ ٱلْأَحْزَابَ قَالُوا۟ هَـٰذَا مَا وَعَدَنَا ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥ وَصَدَقَ ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥ ۚ وَمَا زَادَهُمْ إِلَّآ إِيمَـٰنًۭا وَتَسْلِيمًۭا ﴿٢٢﴾

وتسليما او کله چې مومنانو ددوی دجنګ لپاره راټولې شوې لښکرې ولېدلې ویې ویل: دا هغه ازمیښت او مصیبت او مرسته ده چې الله او دهغه پېغمبر یې له مونږ سره ژمنه کړې وه، الله او دهغه پېغمبر په دې خبره کې ريښتیا ویلې وو، بېشکه چې واقع شو، زیات نکړل ددې لښکرو لېدل دوی لره مګر په الله ایمان او هغه ته غاړه ایښودل

مِّنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌۭ صَدَقُوا۟ مَا عَـٰهَدُوا۟ ٱللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُۥ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا۟ تَبْدِيلًۭا ﴿٢٣﴾

په مومنانو کې ځېنې داسې نران دي چې الله سره یې ريښتیا ویلي، نو په څه يې چې الله سره ژمنه کړې په هغې یې وفا کړې کلک پاتې شوي او دالله په لا ر جهاد کې یې صبر کړی، له دوی څخه ځینې مړه شوي او یا دالله په لا ر کې وژل شوي، او ځينې یې لا دهغه په لا ر کې دشهادت انتظار کوي، او دغو مومنانو چې دالله تعالی سره په څه ژمنه کړې وه تبدیل یې نکړه لکه څرنګه چې منافقانو دخپلو ژمنو باره کې وکړل

لِّيَجْزِىَ ٱللَّهُ ٱلصَّـٰدِقِينَ بِصِدْقِهِمْ وَيُعَذِّبَ ٱلْمُنَـٰفِقِينَ إِن شَآءَ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ غَفُورًۭا رَّحِيمًۭا ﴿٢٤﴾

څو بدله ورکړي الله تعالی هغو ريښتینو ته چې وفا یې کړې دالله سره په ژمنو دخپل ريښتیا ویلو او په ژمنو دوفا کولو، او عذاب ورکړي منافقانو ماتوونکي دژمنو خپلو که خوښه یې شي، دا چې له توبې یې مخکې په خپل کفر کې مړه کړي، او یا توبه وباسي چې دتوبې وس ورکړي، او الله تعالی دهغه چا ته بخښونکی دی چې له خپلو ګناهونو توبه وباسي، پرې لورین دی

وَرَدَّ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا۟ خَيْرًۭا ۚ وَكَفَى ٱللَّهُ ٱلْمُؤْمِنِينَ ٱلْقِتَالَ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ قَوِيًّا عَزِيزًۭا ﴿٢٥﴾

او وګرځول الله تعالی قریش او غطفان او هغه کسان چې دوی سره وو دسختیو او غم سره چې هیلې یې له لا سه ورکړې وې، او په هغه څه برلاسي نشو چې کومه اراده یې دمومنانو دبېخ ایستلو کړې وه، او الله تعالی په جګړه کې له دوی سره دمومنانو کافي شو، چې باد یې راولېږه او ملائکې یې نازلې کړې، او الله ځواکمن برلاسی دی، هېڅوک ورسره مقابله نه کوي مګر هغه پرې برلاسه کېږي او رسوا کوي یې. مخ ۴ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَأَنزَلَ ٱلَّذِينَ ظَـٰهَرُوهُم مِّنْ أَهْلِ ٱلْكِتَـٰبِ مِن صَيَاصِيهِمْ وَقَذَفَ فِى قُلُوبِهِمُ ٱلرُّعْبَ فَرِيقًۭا تَقْتُلُونَ وَتَأْسِرُونَ فَرِيقًۭا ﴿٢٦﴾

فر يقا او راښکته شول هغه یهود چې ددوی مرسته یې کړې وه له خپلو کلاګانو چې ځانونه یې پکې له خپل دښمن څخه ژغورل، او ددوی په زړونو کې یې وېره واچوله، یوه ډله مو وژله -ای مومنانو- او بله ډله مو بندي کوله

وَأَوْرَثَكُمْ أَرْضَهُمْ وَدِيَـٰرَهُمْ وَأَمْوَٰلَهُمْ وَأَرْضًۭا لَّمْ تَطَـُٔوهَا ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرًۭا ﴿٢٧﴾

او الله ددوی له هلاکت نه پس دهغوی دځمکو مالکان کړئ چې فصلونه او خرما پکې وې، او دهغوی دکورونو او نورو شتمنیو مالکان شوئ، او دخیبر دزمکې مالکان هم شوئ چې تر اوسه مو پرې پښې نه وې ایښې، مګر زر ده چې پښې به پرې کېږدئ، او دا ژمنه او زېری دی مومنانو ته، او الله تعالی په هر څه واکمن دی، هېڅ شی یې نشي نا توانه کولی

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ قُل لِّأَزْوَٰجِكَ إِن كُنتُنَّ تُرِدْنَ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا وَزِينَتَهَا فَتَعَالَيْنَ أُمَتِّعْكُنَّ وَأُسَرِّحْكُنَّ سَرَاحًۭا جَمِيلًۭا ﴿٢٨﴾

ای پېغمبره، خپلو میرمنو ته ووایه کله چې له تا څخه په نفقه (روزۍ) کې پراختیا غواړي او تا سره څه نه وي چې ورته یې پراخه کړې: که چېرې تاسو ددنیا ژوند او د هغې ښایست غواړئ نو راشئ ماته چې هغه ګټه درکړم کومه چې طلاقو شوو ښځو ته ورکول کېږي، او داسې مو طلاقې کړم چې نه پکې زیان وي او نه ضرر رسونه

وَإِن كُنتُنَّ تُرِدْنَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَٱلدَّارَ ٱلْـَٔاخِرَةَ فَإِنَّ ٱللَّهَ أَعَدَّ لِلْمُحْسِنَـٰتِ مِنكُنَّ أَجْرًا عَظِيمًۭا ﴿٢٩﴾

او که چېرې تاسو دالله او دهغه دپېغمبر رضا غواړئ، او دآخرت په کور کې جنت غواړئ، نو په خپل حال صبر وکړئ، بېشکه الله تعالی له تاسو څخه هغه چا ته چې په صبر او ښه وخت تېرولو سره نېکې وکړي ستر اجر تیار کړی دی

يَـٰنِسَآءَ ٱلنَّبِىِّ مَن يَأْتِ مِنكُنَّ بِفَـٰحِشَةٍۢ مُّبَيِّنَةٍۢ يُضَـٰعَفْ لَهَا ٱلْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ ۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرًۭا ﴿٣٠﴾

ای دپېغمبر میرمنو! په تاسو کې چې څوک ښکاره ګناه وکړي نو دقیامت په ورځ به یې عذاب دوه برابره شي ددې دمرتبې او منزلت په خاطر، او دپېغمبر صلی الله علیه وسلم دخاطر ساتلو لپاره، او دا دوه برابره کول الله ته آسانه دي

۞ وَمَن يَقْنُتْ مِنكُنَّ لِلَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَتَعْمَلْ صَـٰلِحًۭا نُّؤْتِهَآ أَجْرَهَا مَرَّتَيْنِ وَأَعْتَدْنَا لَهَا رِزْقًۭا كَرِيمًۭا ﴿٣١﴾

او له تاسو ( دنبي له مېرمنو) چې څوک دالله او دهغه درسول پر پيروۍ پاتې کيږي، دالله دخوښې نېک عمل کوي، له ټولو نورو ښځو پرته به دوه برابره بدله ورکړو، او په آخرت کې مو دهغې لپاره لويه بدله چمتو کړې چې هغه جنت دی

يَـٰنِسَآءَ ٱلنَّبِىِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍۢ مِّنَ ٱلنِّسَآءِ ۚ إِنِ ٱتَّقَيْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِٱلْقَوْلِ فَيَطْمَعَ ٱلَّذِى فِى قَلْبِهِۦ مَرَضٌۭ وَقُلْنَ قَوْلًۭا مَّعْرُوفًۭا ﴿٣٢﴾

م عروفا اې دنبي محمد صلی الله عليه وسلم مېرمنو! تاسو په فضل او شرف کې دنورو ښځو غوندې نه ياست، بلکې تاسو په فضل او شرف کې داسې مرتبه لرئ چې له تاسو پرته نورې نه شي ورته رسېدلای که چېرې تاسو دالله امرونه ومنئ او له نواهيوو يې ډډه وکړئ، نو کله چې له پرديو سړيو سره خبرې کوئ هيڅکله مو وينا او آواز مه نرموئ، چې له دې امله به دهغه چا تمه پيداشي چې په زړه کې يې دنفاق او ناروا شهوت ناروغي وي، نو له شک پيداکولو لېرې وينا کوئ داسې چې داړتيا تر بريده جدي وي او بې ځايه نه وي. مخ ۵ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَقَرْنَ فِى بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ ٱلْجَـٰهِلِيَّةِ ٱلْأُولَىٰ ۖ وَأَقِمْنَ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتِينَ ٱلزَّكَوٰةَ وَأَطِعْنَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥٓ ۚ إِنَّمَا يُرِيدُ ٱللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ ٱلرِّجْسَ أَهْلَ ٱلْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًۭا ﴿٣٣﴾

او په کورونو کې مو اوسئ، له اړتيا پرته مه ترې وځئ، خپلې ښکلاوې مو مه ښکاره کوئ، لکه څنګه چې له اسلام مخکې دښځو کار و، چې هغوی دا دسړيو د میلان جلبولو دپاره ښکاره کولو، او په بشپړ ډول لمونځ کوئ، او دخپلو مالونو زکات ورکوئ، دالله او دهغه درسول پيروي کوئ، بېشکه الله پاک غواړي ای دالله د رسول مېرمنو او دهغه دکورنۍ خلکو چې له تاسو بد او ناوړه لرې کړي، او غواړي چې ستاسو نفسونه دښو خوينو په فضيلتونو سره په ښايسته کولو او له بدو څخه يې په خالي کولو سره په بشبړ ډول پاک کړي، چې له هغه وروسته هيڅ خيری پاتې نه شي

وَٱذْكُرْنَ مَا يُتْلَىٰ فِى بُيُوتِكُنَّ مِنْ ءَايَـٰتِ ٱللَّهِ وَٱلْحِكْمَةِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ لَطِيفًا خَبِيرًا ﴿٣٤﴾

او ستاسو په کورونو کې دالله پر رسول نازل کړل شوي آيتونه او دهغه درسول پاک سنت په ياد کړئ، بېشکه الله پر تاسو ډېر مهربان دی چې تاسو يې دخپل نبي په کور کې ګرځولې ياست، ښه باخبر دی چې تاسو يې دخپل رسول لپاره مېرمنې غوره کړې ياست، او دهغه دامت دټولو مؤمنانو ميندې يې جوړې کړې ياست

إِنَّ ٱلْمُسْلِمِينَ وَٱلْمُسْلِمَـٰتِ وَٱلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُؤْمِنَـٰتِ وَٱلْقَـٰنِتِينَ وَٱلْقَـٰنِتَـٰتِ وَٱلصَّـٰدِقِينَ وَٱلصَّـٰدِقَـٰتِ وَٱلصَّـٰبِرِينَ وَٱلصَّـٰبِرَٰتِ وَٱلْخَـٰشِعِينَ وَٱلْخَـٰشِعَـٰتِ وَٱلْمُتَصَدِّقِينَ وَٱلْمُتَصَدِّقَـٰتِ وَٱلصَّـٰٓئِمِينَ وَٱلصَّـٰٓئِمَـٰتِ وَٱلْحَـٰفِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَٱلْحَـٰفِظَـٰتِ وَٱلذَّٰكِرِينَ ٱللَّهَ كَثِيرًۭا وَٱلذَّٰكِرَٰتِ أَعَدَّ ٱللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةًۭ وَأَجْرًا عَظِيمًۭا ﴿٣٥﴾

ه ه پرته له شکه الله عاجزي کوونکي نارينه او عاجزي کوونکې ښځينه، دالله رېښتيني بلونکي نارينه او رېښتينې بلونکې ښځينه، الله لره غاړه اېښودونکي نارينه او غاړه اېښودونکې ښځينه، په خپل ايمان او وينا کې رېښتيني نارينه او رېښتينې ښځينه، پر طاعاتو، له ګناهونو او پر ستونزو صبر کوونکي نارينه او صبر کوونکې ښځينه، په فرض او نفلو کې دخپلو مالونو صدقه کوونکي نارينه او صدقه کوونکې ښځينه، دالله لپاره فرض او نفل روژه نيوونکي نارينه او روژه نيوونکې ښځينه، دخپلو شرم ځايونو ساتونکي نارينه او دخپلو شرم ځايونو ساتونکې ښځينه چې دهغه په وړاندې يې له لوڅولو پټوي چې کتل يې ورته روا نه وي، همدارنګه دزنا له ناروا او دهغې له مقدمو يې لېرې ساتي، او په زړونو او ژپو په پټه او ښکاره دالله ډېر يادوونکي نارينه او ډېرې يادوونکې ښځينه چې دي الله دهغوی لپاره له ګناهونو يې بخښنه چمتو کړې ده او دقيامت په ورځ يې لویه بدله ورته چمتو کړې چې هغه جنت دی

وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍۢ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥٓ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ ٱلْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ ۗ وَمَن يَعْصِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَـٰلًۭا مُّبِينًۭا ﴿٣٦﴾

ورسوله فقد ضل ضللا م بينا او دمؤمن او مؤمنې لپاره صحيح نه ده چې کله الله او دهغه رسول دهغوی په اړه پرېکړه وکړي چې هغوی لره دې په منلو او نه منلو کې اختيار وي، څوک چې دالله او دهغه درسول څخه سرغړونه وکړي، نو هغه له نېغې لا رې څخه په څرګنده لا ر ورکۍ سره لا ر ورکی دی

وَإِذْ تَقُولُ لِلَّذِىٓ أَنْعَمَ ٱللَّهُ عَلَيْهِ وَأَنْعَمْتَ عَلَيْهِ أَمْسِكْ عَلَيْكَ زَوْجَكَ وَٱتَّقِ ٱللَّهَ وَتُخْفِى فِى نَفْسِكَ مَا ٱللَّهُ مُبْدِيهِ وَتَخْشَى ٱلنَّاسَ وَٱللَّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَىٰهُ ۖ فَلَمَّا قَضَىٰ زَيْدٌۭ مِّنْهَا وَطَرًۭا زَوَّجْنَـٰكَهَا لِكَىْ لَا يَكُونَ عَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌۭ فِىٓ أَزْوَٰجِ أَدْعِيَآئِهِمْ إِذَا قَضَوْا۟ مِنْهُنَّ وَطَرًۭا ۚ وَكَانَ أَمْرُ ٱللَّهِ مَفْعُولًۭا ﴿٣٧﴾

ى او ای رسوله! کله چې دې هغه چا ته ويل چې الله پرې داسلام پېرزوينه کړې وه او تا پرې دآزادۍ پېرزوينه کړې ده، چې هغه زيد بن حارثه رضي الله عنهما دی، کله چې دخپلې مېرمنې زينب بنت جحش دطلاق په اړه تاته دمشوره غوښتونکي په توګه راغی، تا هغه ته وويل: خپله مېرمن دې وساته طلاق مه ورکوه، دالله څخه دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ووېرېږه، او ای رسوله! په خپل زړه کې دخلکو له وېرې هغه څه پټوې چې الله تا ته دزينب دنکاح په اړه وحي کړې وه، او الله به ژر دزيد لخوا دهغې طلاق او بيا ستا سره دهغې نکاح څرګنده کړي، کله چې زيد په خپله خوښه وغوښتل او له هغې سره يې زړه نه غوښته چې پاتې شي او طلاقه يې کړه، تا ته مو په نکاح کړه، تر څو پر مؤمنانو دزوی بللیو دمېرمنو په نکاح کې کومه ګناه نه وي، کله چې يې هغوی طلاقې کړې او عدت يې تېر شي، او دالله امر ترسره کېدونکی وچې پر وړاندې يې هيڅ مانع او خنډ نه و. مخ ۶ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

مَّا كَانَ عَلَى ٱلنَّبِىِّ مِنْ حَرَجٍۢ فِيمَا فَرَضَ ٱللَّهُ لَهُۥ ۖ سُنَّةَ ٱللَّهِ فِى ٱلَّذِينَ خَلَوْا۟ مِن قَبْلُ ۚ وَكَانَ أَمْرُ ٱللَّهِ قَدَرًۭا مَّقْدُورًا ﴿٣٨﴾

م قدورا پر نبي محمد صلی الله عليه وسلم په هغه څه کې نه کومه ګناه شته او نه کومه تنګي چې الله هغه ته دخپل بللي زوی دطلاق شوې مېرمنې نکاح حلاله کړې ده، او په دې خبره کې له هغه مخکې نبيانو دکړنلارې پيروي کوي، نو هغه صلی الله عليه وسلم په دې کې کوم نوی رسول نه دی، او څه چې الله ددغه نکاح او زوی بلل کېدو له منځه وړلو پرېکړه کوي، په دې کې نبي نه رايه لري او نه اختيار، ترسره کېدونکې پرېکړه ده چې هيڅ ردوونکی نه لري

ٱلَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسَـٰلَـٰتِ ٱللَّهِ وَيَخْشَوْنَهُۥ وَلَا يَخْشَوْنَ أَحَدًا إِلَّا ٱللَّهَ ۗ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ حَسِيبًۭا ﴿٣٩﴾

دغه نبيان چې دالله را نازل کړل شوي پيغامونه یې خپلو امتونو ته رسوي او له الله تعالی پرته له هيچا نه ډاريږي، او دهغه څه په کولو کې دنورو خلکو دوينا پروا نه کوي چې الله ورته روا کړي دي، او الله دخپلو بندګانو دکړنو لپاره دساتندوی په توګه بسنه کوي ترڅو حساب ورسره وکړي، او بدله يې ورکړي، که خير وي، نو خير او که شر وي، نو شر

مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَآ أَحَدٍۢ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَـٰكِن رَّسُولَ ٱللَّهِ وَخَاتَمَ ٱلنَّبِيِّـۧنَ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمًۭا ﴿٤٠﴾

او محمد له تاسو سړيو څخه دهيچا پلار نه دی، نه هغه دزيد پلار دی، تر څو يې دمېرمنې نکاح ورسره حرامه شي کله چې هغه طلاق ورکړي، خو خلکو ته دالله استازی دی، او دنبيانو مهر دی، چې له هغه وروسته نبي نشته، او الله پر هرڅه ښه پوه دی او دبندګانو له امره يې هيڅ هم ترې پټ نه دي

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱذْكُرُوا۟ ٱللَّهَ ذِكْرًۭا كَثِيرًۭا ﴿٤١﴾

ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړی او پر هغه څه مو عمل کړی چې درته روا کړي يې دي، په زړونو، ژبو او غړو مو الله ډېر ډېر ياد کړئ. وسبحوه بكرة وأصيلا

وَسَبِّحُوهُ بُكْرَةًۭ وَأَصِيلًا ﴿٤٢﴾

او دورځې په پيل او پای کې ددغو دواړو وختونو دغوره والي له امل په سبحان الله اولا اله الله ويلو سره دهغه پاکي بيانوئ

هُوَ ٱلَّذِى يُصَلِّى عَلَيْكُمْ وَمَلَـٰٓئِكَتُهُۥ لِيُخْرِجَكُم مِّنَ ٱلظُّلُمَـٰتِ إِلَى ٱلنُّورِ ۚ وَكَانَ بِٱلْمُؤْمِنِينَ رَحِيمًۭا ﴿٤٣﴾

همغه ذات دی چې لورېينې درباندې کوي او ستاينه مو کوي، او ملایک یې تاس ته دعا کوي ترڅو مو دکفر له تيارو څخه دايمان رڼا ته را وباسي، او پر مؤمنانو ډېر مهربان دی، چې کله دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو پيروي کوي، نو سزا نه ورکوي

تَحِيَّتُهُمْ يَوْمَ يَلْقَوْنَهُۥ سَلَـٰمٌۭ ۚ وَأَعَدَّ لَهُمْ أَجْرًۭا كَرِيمًۭا ﴿٤٤﴾

په کومه ورځ چې مؤمنان له خپل پالونکي سره یې مخامخ کيږي هرکلی به يې دخپل رب له لوري په سلامتيا او ډاډ وي او الله هغوی لره پتمن اجر چمتو کړی چې د هغه جنت دی، دهغوی لپاره دخپلې پيروۍ او دهغه له سرغړونې څخه دلرې والي له امله بدله ده

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ إِنَّآ أَرْسَلْنَـٰكَ شَـٰهِدًۭا وَمُبَشِّرًۭا وَنَذِيرًۭا ﴿٤٥﴾

ای نبي ته مو خلکو ته پر هغوی دشاهد په توګه لېږلی يې، چې هغه څه دې ورته ورسول چې هغوی ته ورسره لېږل شوی وې، او مؤمنانو ته دهغه جنت دزيري ورکوونکي په توګه چې الله هغوی لره چمتو کړی دی، او کافرانو ته دهغه عذاب دوېروونکي په توګه چې هغوی لره يې چمتو کړی دی. مخ ۷ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَدَاعِيًا إِلَى ٱللَّهِ بِإِذْنِهِۦ وَسِرَاجًۭا مُّنِيرًۭا ﴿٤٦﴾

او دالله يووالي، دهغه په امر دهغه پيروۍ ته مو دبلونکي په توګه لېږلی يې، او دداسې رڼا کوونکي چراغ په توګه مو لېږلی يې چې هر څوک لا رښوونه وغواړي، نو رڼا ترې ترلاسه کولای شي

وَبَشِّرِ ٱلْمُؤْمِنِينَ بِأَنَّ لَهُم مِّنَ ٱللَّهِ فَضْلًۭا كَبِيرًۭا ﴿٤٧﴾

او پر الله هغو ايمان راوړونکو ته چې پر هغه څه عمل کوي چې ورته روا کړي يې دي، دهغه څه خبر ورکړه چې خوشالوي يې چې هغوی لره دالله پاک له لوري داسې لويه پېرزوينه ده چې په دنيا کې دهغوی مرستې او آخرت کې جنت ته په داخلېدو دهغوی بريا ته شامله ده

وَلَا تُطِعِ ٱلْكَـٰفِرِينَ وَٱلْمُنَـٰفِقِينَ وَدَعْ أَذَىٰهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِيلًۭا ﴿٤٨﴾

او په هغه څه کې دکافرانو او منافقانو پيروي مه کوه چې هغوی دالله له دينه ګرځولو ته بلنه کوي، او له هغوی مخ اړوه، کېدای شي دا زيات دې خبرې ته بلونکی وي چې هغوی پر هغه څه ايمان راوړي چې ته ورته ورسره راغلی يې، او په ټولو چارو کې دې پر الله بروسه کوه، چې له هغو ډلې دې پر خپلو دښمنانو بريا هم ده، او الله دکارجوړوونکي په توګه بسنه کوي چې بندګان يې په دنيا او آخرت کې په ټولو چارو کې پر هغه بروسه کوي

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا نَكَحْتُمُ ٱلْمُؤْمِنَـٰتِ ثُمَّ طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِن قَبْلِ أَن تَمَسُّوهُنَّ فَمَا لَكُمْ عَلَيْهِنَّ مِنْ عِدَّةٍۢ تَعْتَدُّونَهَا ۖ فَمَتِّعُوهُنَّ وَسَرِّحُوهُنَّ سَرَاحًۭا جَمِيلًۭا ﴿٤٩﴾

فمتعوهن وسرحوهن سراحاجميلا اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، کله مو چې پر مؤمنو مېرمنو تړون وکړ دنکاح تړون، بيا مو هغوی له دخول مخکې طلاقې کړې، نو ستاسو لپاره پر هغوی عدت نشته، هغه بيا که په حيضونو سره وي او که مياشتو، ځکه دا خبره څرګنده شوه چې دهغوی په رحمونو کې څه نه دي جوړ شوي، له خپل توان سره سم مو هغوی ته په مالونو متعې ورکړئ، ترڅو په طلاق مات شوي زړونه يې لږ جوړ شي او پرته له ازاره يې په ښه توګه لا ره پرېږدئ

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ إِنَّآ أَحْلَلْنَا لَكَ أَزْوَٰجَكَ ٱلَّـٰتِىٓ ءَاتَيْتَ أُجُورَهُنَّ وَمَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ مِمَّآ أَفَآءَ ٱللَّهُ عَلَيْكَ وَبَنَاتِ عَمِّكَ وَبَنَاتِ عَمَّـٰتِكَ وَبَنَاتِ خَالِكَ وَبَنَاتِ خَـٰلَـٰتِكَ ٱلَّـٰتِى هَاجَرْنَ مَعَكَ وَٱمْرَأَةًۭ مُّؤْمِنَةً إِن وَهَبَتْ نَفْسَهَا لِلنَّبِىِّ إِنْ أَرَادَ ٱلنَّبِىُّ أَن يَسْتَنكِحَهَا خَالِصَةًۭ لَّكَ مِن دُونِ ٱلْمُؤْمِنِينَ ۗ قَدْ عَلِمْنَا مَا فَرَضْنَا عَلَيْهِمْ فِىٓ أَزْوَٰجِهِمْ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَـٰنُهُمْ لِكَيْلَا يَكُونَ عَلَيْكَ حَرَجٌۭ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًۭا رَّحِيمًۭا ﴿٥٠﴾

ای نبي! موږ ستا هغه مېرمنې درته روا کړې دي چې مهرونه يې دې ورکړي، او هغه مينځې مو درته روا کړې چې الله په غنیمت کې درکړې دي، او ستا لپاره مو ستا د تره دلوڼو نکاح، ستا دعمه ګانو دلوڼو نکاح، ستا دماما دلوڼو نکاح او ستا دهغو خاله ګانو دلوڼو نکاح حلاله کړې ده چې ستا سره يې له مکې څخه مدينې ته هجرت کړی، او دهغې مؤمنې ښځې نکاح مو درته روا کړې ده چې خپل ځان پرته له مهر درته ډالۍ کړي که ته ورسره نکاح غواړې، او دډالۍ نکاح يوازې دهغه صلی الله عليه وسلم لپاره ده له امته يې دبل چا لپاره روا نه ده، بېشکه موږ پر هغه څه پوهېږو چې پر مؤمنانو مو دهغوی دمېرمنو په اړه واجب کړي دي، هغه دا چې له څلورو مېرمنو زياتې ورته روا نه دي، او څه مو چې هغوی لره دمينځو په اړه يې روا کړي دي هغه دا چې پرته دشمېر له قيده له څومره مينځو چې غواړي ګټه پورته کولای شي، او هغه څه مو درته روا کړي چې روا کړي مو دي کوم چې بيان کړل شول چې له تا پرته بل چا ته مو نه دي روا کړي، تر څو ستا لپاره کومه تنګي او سختي نه وي، او الله له خپلو بندګانو دهغه چا بښونکی دی چې توبه ورته وباسي او پر هغوی مهربان دی. مخ ۸ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

۞ تُرْجِى مَن تَشَآءُ مِنْهُنَّ وَتُـْٔوِىٓ إِلَيْكَ مَن تَشَآءُ ۖ وَمَنِ ٱبْتَغَيْتَ مِمَّنْ عَزَلْتَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكَ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰٓ أَن تَقَرَّ أَعْيُنُهُنَّ وَلَا يَحْزَنَّ وَيَرْضَيْنَ بِمَآ ءَاتَيْتَهُنَّ كُلُّهُنَّ ۚ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِى قُلُوبِكُمْ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَلِيمًۭا ﴿٥١﴾

ای رسوله! له مېرمنو دې کومې چې ته غواړې وېش يې ورته وروسته کړه له هغې سره شپه مه تېروه، او له هغوی چې هره يوه غواړې در نېږدې يې کړه چې شپه ورسره تېروې، دکومې نېږدې کول او کومې وروسته کول چې غواړې په دې کې پرتا کومه ګناه نشته، ستا لپاره دغه اختيار اوپراخي دې خبرې ته ډېره نېږدې ده چې دمېرمنو سترګې دې يخې شي، پر هغه څه خوښې شي چې هغوی ټولو ته يې ورکوې، ځکه هغوی پر دې خبره پوهيږي چې ته دواجب پرېښودونکی نه يې، په حق بخل نه کوې، او ای سړيو الله پر هغه څه پوهيږي چې ستاسو په زړونو کې ځينو مېرمنو ته زړه کيږي او ځينو ته نه، او الله دخپلو بندګانو پر کړنو ښه پوه دی چې له هغو هيڅ هم ترې پټ نه دي، زغمونکی دی چې هغوی ته په سزا ورکولو کې بيړه نه کوي کېدای شي هغوی توبه ورته وباسي

لَّا يَحِلُّ لَكَ ٱلنِّسَآءُ مِنۢ بَعْدُ وَلَآ أَن تَبَدَّلَ بِهِنَّ مِنْ أَزْوَٰجٍۢ وَلَوْ أَعْجَبَكَ حُسْنُهُنَّ إِلَّا مَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ رَّقِيبًۭا ﴿٥٢﴾

عل كل شىء ر قيبا ى ای رسوله! ستا لپاره روا نه دي چې کومې مېرمنې ستا په نکاح کې دي له هغوی پرته له نور ښځو سره نکاح وکړې، نه دا درته روا دي چې هغوی طلاقې کړې يا ځينې يې طلاقې کړې ترڅو له هغوی پرته نورې وکړې، که څه هم له هغوی پرته دنورو هغو ښځو ښايست دې خوښ شي چې ته واده ورسره غواړې، خو دا درته روا دي چې له اينځو دڅومره څښتن شې پرته له ټاکلي شمېر يې غوره کړې، او الله دهر څه ساتونکی دی، دغه پرېکړه دمؤمنانو دميندو پر غوره والي دلالت کوي، چې د هغوی طلاق او پر هغوی دنورو بنو کړل منع کړل شول

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَدْخُلُوا۟ بُيُوتَ ٱلنَّبِىِّ إِلَّآ أَن يُؤْذَنَ لَكُمْ إِلَىٰ طَعَامٍ غَيْرَ نَـٰظِرِينَ إِنَىٰهُ وَلَـٰكِنْ إِذَا دُعِيتُمْ فَٱدْخُلُوا۟ فَإِذَا طَعِمْتُمْ فَٱنتَشِرُوا۟ وَلَا مُسْتَـْٔنِسِينَ لِحَدِيثٍ ۚ إِنَّ ذَٰلِكُمْ كَانَ يُؤْذِى ٱلنَّبِىَّ فَيَسْتَحْىِۦ مِنكُمْ ۖ وَٱللَّهُ لَا يَسْتَحْىِۦ مِنَ ٱلْحَقِّ ۚ وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَـٰعًۭا فَسْـَٔلُوهُنَّ مِن وَرَآءِ حِجَابٍۢ ۚ ذَٰلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ ۚ وَمَا كَانَ لَكُمْ أَن تُؤْذُوا۟ رَسُولَ ٱللَّهِ وَلَآ أَن تَنكِحُوٓا۟ أَزْوَٰجَهُۥ مِنۢ بَعْدِهِۦٓ أَبَدًا ۚ إِنَّ ذَٰلِكُمْ كَانَ عِندَ ٱللَّهِ عَظِيمًا ﴿٥٣﴾

إ ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان رواړی او پر هغه څه مو عمل کړی چې درته روا کړي يې دي، دنبي عليه السلام کوټو ته مه ننوځئ مګر وروسته تردې چې ډوډۍ ته ستاسو په بللو سره دننوتلو اجازه درته وشي، خو ناسته مو داسې مه اوږدوئ چې دډوډۍ دپخېدو انتظار کوئ، بلکې کله چې ډوډۍ ته وبلل شوئ، نو ننوځئ، اوکله مو چې وخوړه، نو ووځئ، له هغه وروسته کرار مه کېنئ چې ځينې مو دځينو په خبرو خوند اخلئ، ځکه دغه ناسته نبي صلی الله عليه وسلم ته اذيت رسوي، خو هغه شرميږي له دې چې له تاسو دوتلو غوښتنه وکړي، او الله په حقه له امر کولو نه شرميږي، نو تاسو ته يې ترې دوتلو امر وکړ تر څو هغه صلی الله عليه وسلم ته په ناسته اذيت ونه رسوئ، او کله چې دنبي صلی الله عليه وسلم له مېرمنو داړتيا کوم لوښی څه غواړئ، نو داړتيا توکي دپردې تر شا ترې وغواړئ داسې مخامخ يې مه ترې غواړئ چې تاسو هغوی وينئ، دهغوی دخونديتوب لپاره، درسول الله صلی الله عليه وسلم دمرتبې له امله، دغه دپردې ترشا غوښتنه ستاسو او دهغوی د زړونو لپاره ډېره پاکيزه ده، ترڅو شيطان ستاسو او دهغوی زړونو ته کومه دوسوسې او ناروا ښايسته کولولا ر پيدا نه کړي، او ای مؤمنانو ستاسو لپاره په کار نه دي چې په خبرو دځنډ له امله دالله رسول اذيت کړئ، او نه دا درته روا دي چې دهغه له وفات وروسته له مېرمنو سره يې نکاح وکړئ، هغوی دمؤمنانو ميندې دي، او دهيچا لپاره روا نه ده چې له خپلې مور سره نکاح وکړي، دآذیت یو ډول دهغه له وفات وروسته یې له مېرمنو سره نکاح کول دي، دا ناروا کار دی او دالله په وړاندې لويه ګناه شمېرل کيږي

إِن تُبْدُوا۟ شَيْـًٔا أَوْ تُخْفُوهُ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمًۭا ﴿٥٤﴾

او که له کړنو مو څه ښکاره کوئ او يا يې په زړونو کې پټوئ، نو هيڅکله له هغو هيڅ هم له الله نه پټيږي، بېشکه الله پر هر څه ښه پوه دی، له هغه ستاسو له کړنو او نورو شيانو هيڅ هم نه پټيږي، ژر به ستاسو دکړنو بدله درکړي، که خير و، نو دخير او که شر و، نو دشر. مخ ۹ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

لَّا جُنَاحَ عَلَيْهِنَّ فِىٓ ءَابَآئِهِنَّ وَلَآ أَبْنَآئِهِنَّ وَلَآ إِخْوَٰنِهِنَّ وَلَآ أَبْنَآءِ إِخْوَٰنِهِنَّ وَلَآ أَبْنَآءِ أَخَوَٰتِهِنَّ وَلَا نِسَآئِهِنَّ وَلَا مَا مَلَكَتْ أَيْمَـٰنُهُنَّ ۗ وَٱتَّقِينَ ٱللَّهَ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ شَهِيدًا ﴿٥٥﴾

ى پر هغو ښځو کومه ګناه نشته چې(لاندې یاد کسان) وويني يا له پردې پرته خبرې ورسره وکړي(چې هغه): دهغوی پلرونه، زامن يې، وروڼه يې، ورېرونه يې، نسبي يا رضاعي خورېيونه يې دي او نه پر هغوی کومه ګناه شته چې له پردې پرته مؤمنې ښځې خبرې ورسره وکړي يا هغه اينځې چې هغوی يې څښتنانې دي، او اې مؤمنو ښځو له الله ووېرېږئ په هغه څه کې چې امر يې پرې کړی او منع يې ترې کړې ده، او هغه دهغه څه ليدونکی دی چې له تاسو يې څوک ښکاره کوي او له تاسو صادريږي

إِنَّ ٱللَّهَ وَمَلَـٰٓئِكَتَهُۥ يُصَلُّونَ عَلَى ٱلنَّبِىِّ ۚ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ صَلُّوا۟ عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا۟ تَسْلِيمًا ﴿٥٦﴾

بېشکه الله دپرېښتو په وړاندې درسول محمد صلی الله عليه وسلم ستاينه کوي، پرېښتې يې هغه لره دعا کوي، ای هغوکسانو چې پر الله مو ايمان راوړی او پر هغه څه مو عمل کړی چې هغه دخپلو بندګانو لپاره روا کړي دي، پر رسول درود ووايئ او پر هغه سلامتيا ووايئ په سلامتيا ويلو سره

إِنَّ ٱلَّذِينَ يُؤْذُونَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ لَعَنَهُمُ ٱللَّهُ فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةِ وَأَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًۭا مُّهِينًۭا ﴿٥٧﴾

بېشکه هغه کسان چې الله او دهغه رسول ته په وينا يا کړنه ازار رسوي، الله به هغوی په دنيا او آخرت کې دخپل رحمت له پراخۍ لېرې کړي او وبه يې شړي، او هغوی لره يې په آخرت کې دسزا په ډول رسوا کوونکی عذاب چمتو کړی دهغه رسول ته داذيت رسولو له امله

وَٱلَّذِينَ يُؤْذُونَ ٱلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُؤْمِنَـٰتِ بِغَيْرِ مَا ٱكْتَسَبُوا۟ فَقَدِ ٱحْتَمَلُوا۟ بُهْتَـٰنًۭا وَإِثْمًۭا مُّبِينًۭا ﴿٥٨﴾

او هغه کسان چې مؤمنان او مؤمنانې په وينا او کړنه ځوروي پرته له کومې داسې ګناه چې هغوی دې کړې وي او دځورولولا مل يې شي، نو هغوی درواغ او څرګنده ګناه پر غاړه اخېستې ده

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ قُل لِّأَزْوَٰجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَآءِ ٱلْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَـٰبِيبِهِنَّ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰٓ أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًۭا رَّحِيمًۭا ﴿٥٩﴾

ای نبي! خپلو مېرمنو ته دې ووايه، خپلو لوڼو ته دې ووايه، او دمؤمنانو ښځو ته ووايه: کوم پړوني چې اغوندي هغه دې پرځانونو را خپروي ترڅو دپرديو سړيو په مخکې دهغوی ستر ښکاره نه شي، دا ډېره نېږدې ده دېته چې هغوی وپېژندل شي چې هغوی آزادې دي، نو څوک به په آذيت رسولو سره نه ورته وړاندې کيږي لکه څنګه چې اينځو ته وړاندې کيږي، او الله له خپلو بندګانو څخه دهغه چا بښونکی دی چې توبه ورته وباسي، پر هغه مهربان دی

۞ لَّئِن لَّمْ يَنتَهِ ٱلْمُنَـٰفِقُونَ وَٱلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌۭ وَٱلْمُرْجِفُونَ فِى ٱلْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَآ إِلَّا قَلِيلًۭا ﴿٦٠﴾

إ ل اقليلا که دغه منافقان له خپل نفاقه، چې دخپل کفر په پټولو او اسلام په ښکاره کولو، او هغه کسان چې په زړونو کې يې دخپلو هوسونو سره داړيکې له امله بې لا رې ده او هغه کسان چې مدينې ته ددرواغو خبرونه راوړي تر څو دمؤمنانو ترمنځ اختلاف پيداکړي لا س په سر نه شي: ای رسوله! هرومرو به تاته دهغوی دسزا امر وکړو، او هرومرو به دې پر هغوی مسلط کړو، بيا به له لږې زمانې پرته هغوی په مدينه کې ستاسره ونه اوسيږي، دهغوی دتباهۍ او يا په ځمکه کې دهغوی دورانکارۍ له امله چې یا به تباه شي او یا به له مدینې وویستل شي

مَّلْعُونِينَ ۖ أَيْنَمَا ثُقِفُوٓا۟ أُخِذُوا۟ وَقُتِّلُوا۟ تَقْتِيلًۭا ﴿٦١﴾

دالله له رحمته به شړل شوي وي، په هرځای کې چې موندل کيږي، نيول کيږي به او سخت به وژل کيږي، دهغوی دنفاق او په ځمکه کې دورانکارۍ دخپرولو له امله يې. مخ ۱۰ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

سُنَّةَ ٱللَّهِ فِى ٱلَّذِينَ خَلَوْا۟ مِن قَبْلُ ۖ وَلَن تَجِدَ لِسُنَّةِ ٱللَّهِ تَبْدِيلًۭا ﴿٦٢﴾

دغه دالله روانه تګلاره ده دمنافقانو په اړه کله چې هغوی خپل نفاق ښکاره کړي، او دالله تګلاره ثابته ده هيڅکله به هغې لره بدلون ونه مومې

يَسْـَٔلُكَ ٱلنَّاسُ عَنِ ٱلسَّاعَةِ ۖ قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِندَ ٱللَّهِ ۚ وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّ ٱلسَّاعَةَ تَكُونُ قَرِيبًا ﴿٦٣﴾

ای رسوله! مشرکان له تا څخه دانکار او درواغ ګڼونکو په توګه پوښتنه کوي او همدا راز يهود هم درڅخه دقيامت په اړه پوښتنه کوي: دغو خلکو ته ووايه: دقيامت پوهه له الله سره ده، ما لره دهغو په اړه هيڅ هم نشته، او ای رسوله! ته څه پوهېږې یقینا قيامت نېږدې وي؟

إِنَّ ٱللَّهَ لَعَنَ ٱلْكَـٰفِرِينَ وَأَعَدَّ لَهُمْ سَعِيرًا ﴿٦٤﴾

له شک پرته الله پاک کافران له خپل رحمته شړلي دي او دقيامت په ورځ يې هغوی لره داسې لمبه وهونکیي اور چمتو کړی چې انتظار به يې کوي

خَـٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًۭا ۖ لَّا يَجِدُونَ وَلِيًّۭا وَلَا نَصِيرًۭا ﴿٦٥﴾

هغوی به دتل لپاره په دغه اور کې وي چې دهغوی لپاره چمتو کړل شوی دی، هلته به نه کوم دوست مومي چې مرسته يې وکړي او نه کوم مرستندوی چې له هغوی عذاب لېرې کړي

يَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمْ فِى ٱلنَّارِ يَقُولُونَ يَـٰلَيْتَنَآ أَطَعْنَا ٱللَّهَ وَأَطَعْنَا ٱلرَّسُولَا۠ ﴿٦٦﴾

په کومه ورځ چې مخونه يې ددوزخ په اور کې اړول کيږي، هغوی به دسخت افسوس او پښېمانۍ له امله وايي: های کاشکي مو ددنيا په ژوند کې دالله امر منلی وای دهغه څه په پرځای کولو سره چې امر يې راته کړی و، او له هغه څه څخه په ډډه کولو سره چې ترې منع کړي يې وو، او درسول پيروي مو کړې وای په هغه څه کې چې دخپل پالونکي له لوري يې راوړي و

وَقَالُوا۟ رَبَّنَآ إِنَّآ أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَآءَنَا فَأَضَلُّونَا ٱلسَّبِيلَا۠ ﴿٦٧﴾

هغوی به له بې بنسټه باطل دليل سره راشي چې وبه وايي: ای زموږ پالونکيه! له شک پرته موږ دخپلو سردارانو او خپلو قومونو دمشرانو پيروي کړې وه، نو هغوی موږ له نېغې لا رې لا رورکي کړو

رَبَّنَآ ءَاتِهِمْ ضِعْفَيْنِ مِنَ ٱلْعَذَابِ وَٱلْعَنْهُمْ لَعْنًۭا كَبِيرًۭا ﴿٦٨﴾

ای زموږ پالونکيه! دغو سردارانو او لويانو ته چې موږ يې له نېغې لا رې لا رورکي کړي يو دوه برابره دهغه عذاب ورته وګرځوه چې موږ ته دې ګرځولی دی ځکه هغوی موږ لا رورکي کړي يو، او له خپل رحمته دې یې په لوی شړلو سره وشړه

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَكُونُوا۟ كَٱلَّذِينَ ءَاذَوْا۟ مُوسَىٰ فَبَرَّأَهُ ٱللَّهُ مِمَّا قَالُوا۟ ۚ وَكَانَ عِندَ ٱللَّهِ وَجِيهًۭا ﴿٦٩﴾

ای هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، رسول مو مه آزاروئ چې دهغو خلکو غوندې به شئ چې موسی يې آزارولو، لکه دهغوی لخوا دهغه په بدن کې عيب بيانول، نو الله له هغه څه برائت ورکړ چې هغوی ويل، دهغه سلامتي يې ورته په ډاګه کړه له هغه څه څخه چې هغوی به پسې ويل، او موسی دالله په وړاندې داسې مخور و، چې غوښتنه يې نه ردېدله او هڅه يې نه ناکامېدله. مخ ۱۱ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَقُولُوا۟ قَوْلًۭا سَدِيدًۭا ﴿٧٠﴾

ای هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، له الله څخه دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وډار شئ، او سمه رېښتينې وينا وکړئ

يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَـٰلَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ ۗ وَمَن يُطِعِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا ﴿٧١﴾

له شک پرته که تاسو له الله څخه ووېرېږئ او سمه وينا وکړئ، هغه به مو کړنې درته سمې کړي او قبولې به يې کړي، او له تاسو به مو ګناهونه لېرې کړي، نو نه به مو رانیسي پرې، او څوک چې دالله او دهغه درسول پيروي کوي، هغه ستره بريا ترلاسه کړه چې هيڅ بريا نه شي ورته نېږدې کېدلای، او هغه بريا دالله رضا او جنت ته ننوتل دي

إِنَّا عَرَضْنَا ٱلْأَمَانَةَ عَلَى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَٱلْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَن يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا ٱلْإِنسَـٰنُ ۖ إِنَّهُۥ كَانَ ظَلُومًۭا جَهُولًۭا ﴿٧٢﴾

ظلوما جهولا له شک پرته موږ شرعي تکليفونه او کوم مالونه او رازونه چې ساتل کیږي پر آسمانونو، ځمکه او پر غرونو وړاندې کړل، نو هغوی يې له پورته کولو انکار وکړه[دا عرض اختیاري وو]، او له پايلې يې ووېرېدل، او انسان هغه پر غاړه واخېستل، بېشکه هغه انسان خپل ځان لره ډېر ظلم کوونکی او دهغو په غاړه اخېستلو له پايلې ډېر ناپوه دی

لِّيُعَذِّبَ ٱللَّهُ ٱلْمُنَـٰفِقِينَ وَٱلْمُنَـٰفِقَـٰتِ وَٱلْمُشْرِكِينَ وَٱلْمُشْرِكَـٰتِ وَيَتُوبَ ٱللَّهُ عَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُؤْمِنَـٰتِ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًۭا رَّحِيمًۢا ﴿٧٣﴾

غفورا ر حيما انسان هغه دالله په تقدير پورته کړ، تر څو الله نارينه منافقانو او ښځينه منافقانو، نارينه مشرکانو او ښځينه مشرکانو ته دهغوی دنفاق او پر الله دشرک سزا ورکړي، او تر څو الله دهغو مؤمنو نارينه او مؤمنو ښځينه وو توبه قبوله کړي چې دتکليفونو دامانت پورته کول يې په ښه توګه کړي دي، او الله خپلو هغو بندګانو لره بښونکی دی چې توبه وباسي، پر هغوی مهربان دی. مخ ۱۲ له ۱۲ moc.hgelp

زده کړه · الأحزاب — Al-Ahzaab

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې