کورتفسیرالسجدة (٣٢)

تفسیر السجدة — As-Sajda (32)

مکي · ٣٠ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

الٓمٓ ﴿١﴾

(الم) ددې په څېر (حروفو) په اړه دسورت بقرې په پېل کې وړاندې بحث شوی دی

تَنزِيلُ ٱلْكِتَـٰبِ لَا رَيْبَ فِيهِ مِن رَّبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٢﴾

دا هغه قرآن دی چې محمد صلی الله علیه وسلم راوړی او پر هغه درب العالمین له لوري نازل کړی شوی، هېڅ شک پکې نشته

أَمْ يَقُولُونَ ٱفْتَرَىٰهُ ۚ بَلْ هُوَ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكَ لِتُنذِرَ قَوْمًۭا مَّآ أَتَىٰهُم مِّن نَّذِيرٍۢ مِّن قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ يَهْتَدُونَ ﴿٣﴾

بېشکه دا کافران وایي: بېشکه محمد خپل رب پورې په دروغو تړلی دی، داسې نه ده څرنګه چې دوی وایي، بکه دا هغه حق دی چې شک پکې نشته، ستا درب لخوا -ای پېغمبره- پر تا نازل کړی شوی څو ووېروې هغه قوم چې له تا مخکې ورته پېغمبر نه دی راغلی چې دالله له عذاب څخه یې ووېروي، ښایي[تاسو امید ولرئ] چې دوی حق ته لا ر ومومي نو تابعداري او عمل پرې وکړي

ٱللَّهُ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِى سِتَّةِ أَيَّامٍۢ ثُمَّ ٱسْتَوَىٰ عَلَى ٱلْعَرْشِ ۖ مَا لَكُم مِّن دُونِهِۦ مِن وَلِىٍّۢ وَلَا شَفِيعٍ ۚ أَفَلَا تَتَذَكَّرُونَ ﴿٤﴾

الله تعالی هغه ذات دی چې آسمانونه یې پېدا کړي، او ځمکه یې پېدا کړې، او ددې دواړو ترمنځ چې څه دي هغه یې په شپږو ورځو کې پېدا کړي، او هغه واکمن دی پر دې چې دسترګو له رپ څخه یې هم په لږ وخت کې پېدا کړي، بیا پورته شو په عرش په داسې پورته کېدلو چې دده له شان سره ښایي، نشته تاسو لره -ای خلکو- له ده پرته څوک ملګری چې ستاسو دکارونو سرپرستي وکړي، یا سپارښتګر چې ستاسو رب ته مو سپارښتنه وکړي، آیا تاسو فکر نه کوئ، چې دهغه الله عبادت وکړئ چې پېدا کړي یې یاست او هغه سره دبل چا عبادت ونکړئ؟!

يُدَبِّرُ ٱلْأَمْرَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ إِلَى ٱلْأَرْضِ ثُمَّ يَعْرُجُ إِلَيْهِ فِى يَوْمٍۢ كَانَ مِقْدَارُهُۥٓ أَلْفَ سَنَةٍۢ مِّمَّا تَعُدُّونَ ﴿٥﴾

الله پاک په آسمانونو او ځمکه کې دټولو مخلوقاتو چارې سمبالوي، بیا دا چارې ده ته ورخېژي په ورځ کې چې اندازه یې ستاسو -ای خلکو- په شمېر ددنیا دزرو کالو برابره ده

ذَٰلِكَ عَـٰلِمُ ٱلْغَيْبِ وَٱلشَّهَـٰدَةِ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ ﴿٦﴾

هغه ذات چې دا ټول کارونه سمبالوي هماغه په پټو او ښکاره وپوه دی، له دې دواړه ترې هېڅ شی هم نه پټېږي، برلاسی دی چې هېڅوک پرې نشي برلاسي کېدلی هغه چې له خپلو دښمنانو څخه بدله اخلي، په خپلو مومنانو بندګانو باندې مهربان دی

ٱلَّذِىٓ أَحْسَنَ كُلَّ شَىْءٍ خَلَقَهُۥ ۖ وَبَدَأَ خَلْقَ ٱلْإِنسَـٰنِ مِن طِينٍۢ ﴿٧﴾

هغه ذات چې ډېر کلک (ښه) یې جوړ کړي څه یې چې پېدا کړي، او دآدم علیه السلام پېدایښت یې له خټې پېل کړی پرته له مخکنۍ بېلګې

ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهُۥ مِن سُلَـٰلَةٍۢ مِّن مَّآءٍۢ مَّهِينٍۢ ﴿٨﴾

بیا یې پیدا کړه دده اولاده وروسته له هغه، دهغه اوبو څخه چې رایې ښکلې، سمدس راووتلې په شکل دمنئ. مخ ۱ له ۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

ثُمَّ سَوَّىٰهُ وَنَفَخَ فِيهِ مِن رُّوحِهِۦ ۖ وَجَعَلَ لَكُمُ ٱلسَّمْعَ وَٱلْأَبْصَـٰرَ وَٱلْأَفْـِٔدَةَ ۚ قَلِيلًۭا مَّا تَشْكُرُونَ ﴿٩﴾

بیا یې دانسان پېدایښت په برابره توګه بشپړ کړ، او له خپل روح څخه یې پکې پوکی وکړ په امر کولو ملائکې ته دروح په پوکولو، او تاسو ته یې-ای خلکو-غوږونه درکړل چې پرې واورئ، او سترګې یې درکړې چې پرې ووینئ، او زړونه یې درکړل چې عقل وکاروئ، تاسو لږ ددې نعمتونو شکر وباسئ کوم چې پر تاسو الله کړي دي

وَقَالُوٓا۟ أَءِذَا ضَلَلْنَا فِى ٱلْأَرْضِ أَءِنَّا لَفِى خَلْقٍۢ جَدِيدٍۭ ۚ بَلْ هُم بِلِقَآءِ رَبِّهِمْ كَـٰفِرُونَ ﴿١٠﴾

مشرکانو او پاڅون (بعث) دروغ ګڼونکو وویل: کله چې مونږ مړه شو او پر ځمکه کې ورک شو، او زمونږ تنې خاورې شي، نو آیا بیا به له سره ژوندي پاڅو؟! دا خو عقل نه مني، بلکه دوی په واقع کې په پاڅون کافران شوي، باور پرې نلري

۞ قُلْ يَتَوَفَّىٰكُم مَّلَكُ ٱلْمَوْتِ ٱلَّذِى وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ ﴿١١﴾

ته ورته ووایه -ای پېغمبره- دې مشرکانو دبعث (پاڅون) دروغ ګڼونکو ته: دمرګ هغه ملائکه مو چې دروحونو اخیستل ورته الله سپارلي مړه کوي، بیا یوازې مونږ ته د قیامت په ورځ دحساب او بدلې اخیستلو لپاره راګرځئ

وَلَوْ تَرَىٰٓ إِذِ ٱلْمُجْرِمُونَ نَاكِسُوا۟ رُءُوسِهِمْ عِندَ رَبِّهِمْ رَبَّنَآ أَبْصَرْنَا وَسَمِعْنَا فَٱرْجِعْنَا نَعْمَلْ صَـٰلِحًا إِنَّا مُوقِنُونَ ﴿١٢﴾

زر دی چې مجرمان به دقیامت په ورځ په داسې حال کې را څرګند شي چې خوار او سرونه به یې په بعث (پاڅون) باندې دکفر کولو له کبله ټیټ نیولي وي، د رسوایۍ احساس به کوي او وایي به: اې ربه زمونږ! مونږ ولېدل هغه بعث (پاڅون) چې مونږ دروغ ګڼل، او واموورېدل دهغه څه ریښتینولي چې پېغمبرانو ستا لخوا مونږ ته رواړې وه، نو موږ بېرته ددنیا ژوند ته وګرځوه چې ستا درضامندۍ لپاره نېک عمل وکړو، مونږ اوس په بعث (پاڅون) او په هغه څه چې پېغمبرانو راوړي یقین لرونکي یو( نو ای پېغمبره!) که چېرې مو مجرمان په دې حال ولېدل نو ستر کار به مو لېدلی وي

وَلَوْ شِئْنَا لَـَٔاتَيْنَا كُلَّ نَفْسٍ هُدَىٰهَا وَلَـٰكِنْ حَقَّ ٱلْقَوْلُ مِنِّى لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ ٱلْجِنَّةِ وَٱلنَّاسِ أَجْمَعِينَ ﴿١٣﴾

او که چېرې مو هر نفس ته نېکي او دهغې وسه ورکول غوښتلی نو دې ته به مو مجبور کړی وی، لیکن لا زمه شوې ده زما دطرفه وینا دحکمت او دعدل چې خامخا به دقیامت په ورځ دوزخ له انسي او پېري کافرانو څخه ډکوم؛ ځکه چې دوی دکفر او بې لا رېتوبلا ر غوره کړې وه دایمان او استقامت پر لا رې

فَذُوقُوا۟ بِمَا نَسِيتُمْ لِقَآءَ يَوْمِكُمْ هَـٰذَآ إِنَّا نَسِينَـٰكُمْ ۖ وَذُوقُوا۟ عَذَابَ ٱلْخُلْدِ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿١٤﴾

او دقیامت په ورځ به دوی ته دځورونې او زورنې لپاره وویل شي: پس وڅکئ عذاب لدې کبله چې تاسو ددنیا په ژوند کې دالله سره دقیامت په ورځ دحساب لپاره مخ کېدلو څخه بې پروا شوي واست، مونږ تاسو په عذاب کې پرېږدو، ستاسو په کړېدلو هېڅ پروا نلرو، او وڅکئ عذاب داور همیشه نه قطع کیدونکی، له دې کبله چې تاسو کوم ګناهونه په دنیا کې کول

إِنَّمَا يُؤْمِنُ بِـَٔايَـٰتِنَا ٱلَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا۟ بِهَا خَرُّوا۟ سُجَّدًۭا وَسَبَّحُوا۟ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ ۩ ﴿١٥﴾

یقینا زمونږ په پېغمبر نازل شوي آیتونو باندې هغه کسان باور لري چې کله پرې هغوی ته وعظ وشي نو الله ته سجده وکړي پاکي ویونکي وي په ستاینه دهغه، او دوی په هیڅ حال کې لویي نه کوي؛ نه په بندګۍ دالله او نه په سجده کولو هغه ته

تَتَجَافَىٰ جُنُوبُهُمْ عَنِ ٱلْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًۭا وَطَمَعًۭا وَمِمَّا رَزَقْنَـٰهُمْ يُنفِقُونَ ﴿١٦﴾

لرې کېږي اړخونه ددوی له خپلو هغو بسترو چې دوی پرې خوب کوي، پرېږدي یې او الله ته مخه کوي، رابلي هغه په خپلو دعاګانو وغیره کې دهغه دعذاب له وېرې، او درحمت په هیله، او دالله په لا ر کې هغه شتمنۍ لګوي چې مونږ دوی ته ورکړي دي. مخ ۲ له ۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌۭ مَّآ أُخْفِىَ لَهُم مِّن قُرَّةِ أَعْيُنٍۢ جَزَآءًۢ بِمَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿١٧﴾

نو هیچا ته ندي معلوم هغه څه چې الله تعالی ددوی دسترګو یخېدو لپاره دوی ته چمتو کړي، لدې کبله چې کومې نېکې کړنې دوی په دنیا کې تر سره کولې، نو دا داسې بدله ده چې دستروالي له کبله یې له الله پرته هېڅوک نشي راګېرولی

أَفَمَن كَانَ مُؤْمِنًۭا كَمَن كَانَ فَاسِقًۭا ۚ لَّا يَسْتَوُۥنَ ﴿١٨﴾

څوک چې په الله باور لرونکی وي، دهغه په اوامرو عمل کوونکی وي، دهغه له نواهیو څخه ځان ژغورونکی وي، دهغه چا په څېر نه دی چې دهغه له تابعدارۍ بهر وي، دواړه ډلې دالله په نزد په بدله کې سره برابرې نه دي

أَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ فَلَهُمْ جَنَّـٰتُ ٱلْمَأْوَىٰ نُزُلًۢا بِمَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿١٩﴾

هر هغه کسانو چې په الله ایمان راوړی او نیک عملونه یې کړي، نو دهغوی لپاره چمتو شوې بدله؛ جنتونه دي چې دوی به پکې استوګنه کوي دالله لخوا عزت دی دوی ته، دهغو نیکو کړنو بدله ده کومې چې دوی په دنیا کې کولې

وَأَمَّا ٱلَّذِينَ فَسَقُوا۟ فَمَأْوَىٰهُمُ ٱلنَّارُ ۖ كُلَّمَآ أَرَادُوٓا۟ أَن يَخْرُجُوا۟ مِنْهَآ أُعِيدُوا۟ فِيهَا وَقِيلَ لَهُمْ ذُوقُوا۟ عَذَابَ ٱلنَّارِ ٱلَّذِى كُنتُم بِهِۦ تُكَذِّبُونَ ﴿٢٠﴾

كنتم به تكذبون او هر هغه کسان چې دالله دتابعدارۍ څخه په کفر او ګناهونو کولو سره وتلي دي، نو استوګنځای ددوی چې دقیامت په ورځ ورته چمتو شوی دی اور دی، تل به پکې پاتې وي، هر کله چې وتل وغواړي بېرته ورګرځول کېږي پکې، او دځورونې لپاره به ورته وویل شي: وڅکئ دهغه اور عذاب چې تاسو به په دنیا کې دروغ ګاڼه کله به چې ستاسو پېغمبرانو ترې وېرولئ

وَلَنُذِيقَنَّهُم مِّنَ ٱلْعَذَابِ ٱلْأَدْنَىٰ دُونَ ٱلْعَذَابِ ٱلْأَكْبَرِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿٢١﴾

او مونږ به خامخا ور وڅکوو دغه دروغ ګڼونکو او دخپل رب دتابعدارۍ څخه وتونکو لره په دنیا کې افتونه او ازمیښتونه، مخکې له ستر عذاب څخه چې دوی ته په آخرت کې چمتو شوی که توبه ونباسي، څو دخپل رب تابعدارۍ ته راوګرځي

وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن ذُكِّرَ بِـَٔايَـٰتِ رَبِّهِۦ ثُمَّ أَعْرَضَ عَنْهَآ ۚ إِنَّا مِنَ ٱلْمُجْرِمِينَ مُنتَقِمُونَ ﴿٢٢﴾

او هېڅوک له هغه چا زیات ظالم نه دی چې دالله په آیتونو ورته وعظ وشي خو دی پند وانخلي، او په بې پرواهۍ سره مخ واړوي، بېشکه مونږ له مجرمانو - دکفر او ګناهونو په کولو هغه کسان چې دالله دآیتونو څخه مخ اړوي له شک پرته غچ (انتقام) اخیستونکي یو

وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَـٰبَ فَلَا تَكُن فِى مِرْيَةٍۢ مِّن لِّقَآئِهِۦ ۖ وَجَعَلْنَـٰهُ هُدًۭى لِّبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ﴿٢٣﴾

او بېشکه مونږ موسی علیه السلام ته تورات ورکړی ؤ، نو ته په شک کې مه لوېږه -ای پېغمبره- دموسی علیه السلام سره داسراء او معراج په شپه په مخامخ کېدلو (یعنې هغه لېدل بالکل حق دي) او مونږ په موسی علیه السلام نازل شوی کتاب دبني اسرائیلو لپاره دبې لا ریتوب څخه دمخنیوي لا رښود ګرځولی و

وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةًۭ يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا۟ ۖ وَكَانُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا يُوقِنُونَ ﴿٢٤﴾

او له بني اسرائيلو مو داسې امامان جوړ کړل چې خلک يې په حق کې پيروي کوي، زموږ په اجازه او زموږ له لوري دهغوی پر پياوړتيا هغوی لره پر دغه حق ته لا رښوونه کوي، ځکه هغوی دالله دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو او دبلنې په لا ر کې پر ستونزو يې صبر کړی او پر خپل رسول يې نازل کړل شوي آيتونه په يقيني ډول ريښتيني بلل. مخ ۳ له ۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

إِنَّ رَبَّكَ هُوَ يَفْصِلُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ فِيمَا كَانُوا۟ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿٢٥﴾

بېشکه -ای پېغمبره- ستا رب به دقیامت په ورځ ددوی ترمنځ په هغه څه کې پرېکړه کوي چې دوی پکې په دنیا کې اختلاف کولو، نو حق ویونکی به له باطل ویونکي څرګند کړي، او هر یو ته به هغه سزا ورکړي چې وړ یې وي

أَوَلَمْ يَهْدِ لَهُمْ كَمْ أَهْلَكْنَا مِن قَبْلِهِم مِّنَ ٱلْقُرُونِ يَمْشُونَ فِى مَسَـٰكِنِهِمْ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍ ۖ أَفَلَا يَسْمَعُونَ ﴿٢٦﴾

آیا ړانده شوي دا خلک دوی ته نه دي څرګند چې مونږ څومره قومونه له دوی مخکې تباه کړل؟! چې اوس دوی دهغوی په هغه کورونو کې ګرځي چې هغوی پکې له تباه کېدو مخکې ګرځېدل، دهغوی له حالت څخه یې پند وانخست، بېشکه په هغه تباهۍ کې چې دې قومونو ته دکفر او ګناهونو له کبله پېښ شوې ده خامخا پندونه دي چې ددوی دپېغمبرانو دريښتنولۍ لپاره دلیل دی چې دوی دالله لخوا راغلي وو، آیا دا دالله دآیتونو دروغ ګڼونکي دمنلو او پند اخیستولو لپاره نه اوري؟!

أَوَلَمْ يَرَوْا۟ أَنَّا نَسُوقُ ٱلْمَآءَ إِلَى ٱلْأَرْضِ ٱلْجُرُزِ فَنُخْرِجُ بِهِۦ زَرْعًۭا تَأْكُلُ مِنْهُ أَنْعَـٰمُهُمْ وَأَنفُسُهُمْ ۖ أَفَلَا يُبْصِرُونَ ﴿٢٧﴾

آیا دا دبعث (پاڅون) دروغ ګڼونکي نه ویني چې مونږ دباران اوبه وچې ځمکې ته لېږو چې ګیاه نلري، نو راوباسو په دې اوبو سره ګیاوې چې ددوی اوښان او غوایان او پسونه ترې خوري، او دوی هم ترې خوري؟! آیا دوی دا نه ویني، او نه پوهېږي چې هغه چا چې وچه زمکه شنه کړه دمړو په ژوندي کولو واکمن دی؟!

وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَـٰذَا ٱلْفَتْحُ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ ﴿٢٨﴾

او دبعث (پاڅون) دروغ ګڼونکي په بیړه دعذاب غوښتونکي وایي: هغه پرېکره به کله وي چې تاسو دعوه لرئ چې دقیامت په ورځ به زمونږ او ستاسو ترمنځ پرېکړه وشي، نو زمونږ دورګرځېدو ځای به اور وي او ستاسو به جنت وي؟!

قُلْ يَوْمَ ٱلْفَتْحِ لَا يَنفَعُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِيمَـٰنُهُمْ وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ ﴿٢٩﴾

ته ورته ووایه -ای پېغمبره-: دا ژمنه دقیامت په ورځ ده، بېشکه دا دبندګانو تر منځ دپرېکړې ورځ ده چې هغو کسانو ته چې په دنیا کې یې په الله کفر کړی ددوی باور کول پس دقیامت دورځې له کتلو ګټه نه رسوي، او نه به وروسته کولی شي څو خپل رب ته توبه وباسي او هغه ته ور وګرځي

فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَٱنتَظِرْ إِنَّهُم مُّنتَظِرُونَ ﴿٣٠﴾

نو -ای پېغمبره- له دوی نه مخ واړوه پس له سرکښي کولو ددوی په بې لا ریتوب کې، او انتظار باسه دهغه څه چې په دوی به راځي، دوی هم انتظار باسي دهغه عذاب چې ته یې ژمنه کوې. مخ ۴ له ۴ moc.hgelp

زده کړه · السجدة — As-Sajda

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې