الٓمٓ ﴿١﴾
(الم) ددې په څېر (حروفو) په اړه دالبقرې سورت په پېل کې وړاندې بحث شوی دی
کور›تفسیر›لقمان (٣١)
مکي · ٣٤ آیتونه
الٓمٓ ﴿١﴾
(الم) ددې په څېر (حروفو) په اړه دالبقرې سورت په پېل کې وړاندې بحث شوی دی
تِلْكَ ءَايَـٰتُ ٱلْكِتَـٰبِ ٱلْحَكِيمِ ﴿٢﴾
دا پر تا نازل شوي آیتونه -ای پېغمبره- هغه آیتونه دي چې دحکمت وینا کوي. هدى ورحمة للمح سنين
هُدًۭى وَرَحْمَةًۭ لِّلْمُحْسِنِينَ ﴿٣﴾
او هغه لا رښوونه او لورینه ده دهغو کسانو لپاره چې ښایسته عمل کوي، دخپل رب او بندګانو حقوق پر ځای کوي
ٱلَّذِينَ يُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤْتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَهُم بِٱلْـَٔاخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ ﴿٤﴾
هغه کسان چې لمونځ په بشپړه توګه ادا کوي، او دخپلو شتمنیو زکات ورکوي او دآخرت اړوند په پاڅون، حساب، ثواب او جزا کلک باور لرونکي دي
أُو۟لَـٰٓئِكَ عَلَىٰ هُدًۭى مِّن رَّبِّهِمْ ۖ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ ﴿٥﴾
په دغو صفتونو ستایل شوي کسان خامخا دخپل رب لخوا په هدایت دي، او همدوی دهغه څه په ترلاسه کولو کې بریالي دي چې غواړي یې، او له هغه څه چې ویرېږي لرې دي
وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَشْتَرِى لَهْوَ ٱلْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍۢ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمْ عَذَابٌۭ مُّهِينٌۭ ﴿٦﴾
او ځینې خلک -لکه النضر بن الحارث- هغه دي چې چټي خبرې غوره ګڼي چې په هغې سره دالله ددین څخه په ناپوهۍ سره خلک واړوي، او دالله آیتونه په ټوکو ونیسي او ملنډې پرې ووهي، ددې صفتونو لرونکو لپاره په آخرت کې رسوا کوونکی عذاب دی
وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِ ءَايَـٰتُنَا وَلَّىٰ مُسْتَكْبِرًۭا كَأَن لَّمْ يَسْمَعْهَا كَأَنَّ فِىٓ أُذُنَيْهِ وَقْرًۭا ۖ فَبَشِّرْهُ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿٧﴾
او کله چې پر هغه زمونږ آیتونه ولوستل شي نو له لویي دهغې له اورېدلو څخه په شا وګرځي لکه چې بېخي یې اورېدلي نه وي، او یا یې لکه چې دغږونو اورېدلو څخه په غوږونو کې دروندوالی وي، پس ده ته زېری ورکړه -ای پېغمبره- په دردونکي عذاب چې دده انتظار باسي
إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ لَهُمْ جَنَّـٰتُ ٱلنَّعِيمِ ﴿٨﴾
بېشکه هغه کسان چې په الله باور لري او نیکې کړنې تر سره کوي، دوی لپاره دنعمتونو باغونه دي، له هغه څه به پکې خوند اخلي چې الله تعالی دوی ته چمتو کړي. ق
خَـٰلِدِينَ فِيهَا ۖ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقًّۭا ۚ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ ﴿٩﴾
تلپاتې به وي پکې، الله تعالی دوی سره ريښتینې ژمنه کړې چې شک پکې نشته، او هغه پاک ذات برلاسی دی چې هېڅوک پرې نشي برلاسی کیدلای، حکمت والا دی په پېدایښت، اندازه کولو او شریعت کې. مخ ۱ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ بِغَيْرِ عَمَدٍۢ تَرَوْنَهَا ۖ وَأَلْقَىٰ فِى ٱلْأَرْضِ رَوَٰسِىَ أَن تَمِيدَ بِكُمْ وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٍۢ ۚ وَأَنزَلْنَا مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءًۭ فَأَنۢبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ زَوْجٍۢ كَرِيمٍ ﴿١٠﴾
الله پاک آسمانونه بې له ستنو پورته شوي پېدا کړي دي، او پر ځمکه کې یې کلک غرونه ودرولي دي څو پر تاسو ونه خوځېږي، او دځمکې پر سر یې دحیواناتو ډولونه خپاره کړي، او مونږ دآسمان لخوا دباران اوبه راورولې دي، پس را شنه کړي مونږ له هر ټولګي څخه په تازه بڼه چې انسانان او ژوي ترې ګټه اخلي
هَـٰذَا خَلْقُ ٱللَّهِ فَأَرُونِى مَاذَا خَلَقَ ٱلَّذِينَ مِن دُونِهِۦ ۚ بَلِ ٱلظَّـٰلِمُونَ فِى ضَلَـٰلٍۢ مُّبِينٍۢ ﴿١١﴾
دا یاد شوي دالله پېدایښت دی، نو وښایاست -ای مشرکانو- څه پېدا کړي هغو چې تاسو یې له الله پرته عبادت کوئ؟! بلکه ظالمان دحق څخه په ښکاره بې لا رېتوب کې دي، چې دخپل رب سره هغه څوک شریکوي چې هېڅ نشي پېدا کولی او دوی پېدا شوي دي
وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا لُقْمَـٰنَ ٱلْحِكْمَةَ أَنِ ٱشْكُرْ لِلَّهِ ۚ وَمَن يَشْكُرْ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِۦ ۖ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَنِىٌّ حَمِيدٌۭ ﴿١٢﴾
او لقمان ته مونږ په دین پوهه او دکارونو سمون ورکړی وو، او ورته مو ویلې وو: -ای لقمانه- په هغه څه دخپل رب شکر وباسه چې پر تا یې دخپلې تابعدارۍ دوس درکولو لورینه کړې، او څوک چې دخپل رب شکر وباسي نو بېشکه دده دشکر ایستلو ګټه همده ته رسي، ځکه چې الله دده دشکر ایستلو څخه بې پروا دی، او چا چې دالله تعالی له نعمت څخه انکار وکړ او پر ده یې کفر وکړ نو بېشکه دده دکفر زیان دهمده دی، او الله تعالی ته یې هېڅ زیان نه رسي ځکه چې هغه دخپل ټول مخلوق څخه بې پروا دی، په هر حالت کې ستایل شوی دی
وَإِذْ قَالَ لُقْمَـٰنُ لِٱبْنِهِۦ وَهُوَ يَعِظُهُۥ يَـٰبُنَىَّ لَا تُشْرِكْ بِٱللَّهِ ۖ إِنَّ ٱلشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌۭ ﴿١٣﴾
او یاد کړه -اې پېغمبره- کله چې لقمان خپل زوی ته وویل په داسې حال کې چې هغه نیکیو ته هڅولو، او له بدیو څخه یې وېرولو: اې زویکیه! دالله سره دبل چا عبادت مه کوه، بېشکه دالله سره دبل معبودباطل عبادت کول په نفس ستر ظلم دی په ستره ګناه ترسره کولو سره چې په اور کې دتل پاتې کېدلولا مل ګرځي
وَوَصَّيْنَا ٱلْإِنسَـٰنَ بِوَٰلِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُۥ وَهْنًا عَلَىٰ وَهْنٍۢ وَفِصَـٰلُهُۥ فِى عَامَيْنِ أَنِ ٱشْكُرْ لِى وَلِوَٰلِدَيْكَ إِلَىَّ ٱلْمَصِيرُ ﴿١٤﴾
او مونږ انسان ته دهغه دمور او پلار دتابعدارۍ او هغوی سره په هغه څه کې دنیکۍ کولو - چې دالله نافرماني نه وي - سپارښتنه کړې ده، دده مور دې لره په خپله خېټه کې دسختۍ څخه وروسته سختیو په ګاللو سره بار کړی و، او له تي بېلول یې په دوو کلونو کې دي، او مونږ ورته وویل: په هغو نعمتونو چې الله پر تا کړي شکر وباسه، بیا دمور او پلار شکر وباسه چې ستا پالنه او ساتنه یې کړې ده، یوازې ماته مو راګرځېدل دي نو زه به هر چا ته هغه بدله ورکوم چې وړتیا یې لري
وَإِن جَـٰهَدَاكَ عَلَىٰٓ أَن تُشْرِكَ بِى مَا لَيْسَ لَكَ بِهِۦ عِلْمٌۭ فَلَا تُطِعْهُمَا ۖ وَصَاحِبْهُمَا فِى ٱلدُّنْيَا مَعْرُوفًۭا ۖ وَٱتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَىَّ ۚ ثُمَّ إِلَىَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿١٥﴾
او که چېرې مور او پلار پوره زور وکاروي چې تا دالله تعالی سره دبل څه په شریک جوړلو مجبور کړي ددوی لخوا په برلاسۍ سره، نو ته په دې کې ددوی دواړو تابعداري مه کوه؛ ځکه چې دمخلوق تابعداري دخالق په نافرمانۍ کې نشته، او ملګرتیا کوه دوی دواړو سره په دنیا کې په نېکي کولو، خپلوۍ پاللو او احسان سره، او دهغه چا پيروي وکړه چې ما ته په توحید او تابعدارۍ راګرځي، بیا مو یوازې ما ته دقیامت په ورځ ستاسو دټولو راګرځېدل دي، نو خبر به مو کړم په هغه څه چې تاسو په دنیا کې ترسره کول، او بدله به یې درکړم
يَـٰبُنَىَّ إِنَّهَآ إِن تَكُ مِثْقَالَ حَبَّةٍۢ مِّنْ خَرْدَلٍۢ فَتَكُن فِى صَخْرَةٍ أَوْ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ أَوْ فِى ٱلْأَرْضِ يَأْتِ بِهَا ٱللَّهُ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌۭ ﴿١٦﴾
ای زما زویه! بېشکه بدي یا نېکي څومره چې وړه هم وي لکه داوري دانې هومره، او دیو ګټ په خېټه کې وي چې هېڅوک ترې خبر نه وي، او یا په بل ځای آسمانونو یا ځمکه کې وي؛ نو بېشکه الله به یې دقیامت په ورځ راوړي، او بنده ته به پرې بدله ورکړي، بېشکه الله باریک لېدونکی دی چې هېڅ باریکه شیان ترې نه مخ ۲ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر پټېږي، او په حقائقو او ځایونو یې خبردار دی
يَـٰبُنَىَّ أَقِمِ ٱلصَّلَوٰةَ وَأْمُرْ بِٱلْمَعْرُوفِ وَٱنْهَ عَنِ ٱلْمُنكَرِ وَٱصْبِرْ عَلَىٰ مَآ أَصَابَكَ ۖ إِنَّ ذَٰلِكَ مِنْ عَزْمِ ٱلْأُمُورِ ﴿١٧﴾
ای زما زویه! لمونځ په بشپړه بڼه ترسره کوه، دنېکۍ امر کوه، له بدۍ منع کوه، او کوم تکلیف چې په دې درورسي پرې صبر کوه، بېشکه څه چې تا ته پرې امر شوی هغه دي چې الله پر تا لا زم کړي چې ویې کړې، ستا اختیار پکې نشته
وَلَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلَا تَمْشِ فِى ٱلْأَرْضِ مَرَحًا ۖ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍۢ فَخُورٍۢ ﴿١٨﴾
او دلویۍ له کبله له خلکو خپل مخ مه اړوه، او نه دځمکې په سر له خوښۍ او ځان ته مغرور کېدلو سره ګرځه، بېشکه الله نه خوښوي هر لویي کونکی په ګرځېدو کې، او نه ویاړمن په هغه نعمتونو چې الله ورکړي او په خلکو پرې لویي کوي او دالله شکر پرې نه وباسي
وَٱقْصِدْ فِى مَشْيِكَ وَٱغْضُضْ مِن صَوْتِكَ ۚ إِنَّ أَنكَرَ ٱلْأَصْوَٰتِ لَصَوْتُ ٱلْحَمِيرِ ﴿١٩﴾
او منځنی اوسه په خپل تګ کې دبېړې او خوځښت ترمنځ، داسې تګ چې پت ښکاره کوي، او غږ دې ټیټ کړه، دومره یې مه لوړوه چې ځورول وکړي، بېشکه ناکاره دغږونو څخه دخرو غږ دی ځکه غږونه یې پورته دي
أَلَمْ تَرَوْا۟ أَنَّ ٱللَّهَ سَخَّرَ لَكُم مَّا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُۥ ظَـٰهِرَةًۭ وَبَاطِنَةًۭ ۗ وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يُجَـٰدِلُ فِى ٱللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍۢ وَلَا هُدًۭى وَلَا كِتَـٰبٍۢ مُّنِيرٍۢ ﴿٢٠﴾
آیا تاسو نه دي لېدلي -ای خلکو- چې بېشکه الله پاک تاسو ته له هغه څه چې په آسمانونو او ځمکه کې دي ګټه پورته کول آسانه کړي دي، له لمر او سپوږمئ او ستورو څخه، او همدا راز یې درته آسانه کړي هغه څه چې په ځمکه کې دي دځناورو ونو او ګیاوو څخه، او بشپړه کړې یې دي پر تاسو خپل ښکاره نعمتونه؛ لکه د څېرې ښایست او دبڼې ښکلا، او پټ (نعمتونه) لکه عقل او پوهه، او ددې نعمتونو سره هم ځینې له خلکو هغه دي چې ناندرې وهي دالله په توحید کې پرته دالله وحی ته له مستند دلیل څخه، او یا روښانه عقل، او نه کوم څرګند کتاب چې دالله لخوا نازل وي
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ٱتَّبِعُوا۟ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ قَالُوا۟ بَلْ نَتَّبِعُ مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ ءَابَآءَنَآ ۚ أَوَلَوْ كَانَ ٱلشَّيْطَـٰنُ يَدْعُوهُمْ إِلَىٰ عَذَابِ ٱلسَّعِيرِ ﴿٢١﴾
او کله چې دالله دیووالي په اړه دې ناندرې کوونکو ته وویل شي: تابعداري وکړئ دهغې وحی چې الله په خپل پېغمبر نازله کړې ده، دوی وایي: مونږ یې تابعداري نه کوو، بلکې دهغه څه تابعداري کوو چې مونږ پرې خپل مشران موندلي چې هغه دالهوباطلو بندګي ده،.ایا تابعداري کوي دوی دخپلومشرانو اګرکه بلي دوی لره شیطان-په سبب دبې لا رې کولوددوی په عبادت دبوتانو-عذاب دجهنم ته په ورځ دقیامت!
۞ وَمَن يُسْلِمْ وَجْهَهُۥٓ إِلَى ٱللَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌۭ فَقَدِ ٱسْتَمْسَكَ بِٱلْعُرْوَةِ ٱلْوُثْقَىٰ ۗ وَإِلَى ٱللَّهِ عَـٰقِبَةُ ٱلْأُمُورِ ﴿٢٢﴾
او څوک چې الله ته په داسې حال کې ور مخامخ شو چې په عبادت کې اخلاصمند وو او په عمل کې ښایسته کوونکی وو[نظر یې په الله لګیده] نو بېشکه ده هغه څه کلک ونیول چې دژغورنې هیله ترې کېږي او دپرې کېدلو ویره یې نه وي، او یوازې الله ته دکارونو ورګرځېدل دي، پس هر چا ته دهغه وړ بدله ورکوي
وَمَن كَفَرَ فَلَا يَحْزُنكَ كُفْرُهُۥٓ ۚ إِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ فَنُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوٓا۟ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ ﴿٢٣﴾
او څوک چې کافر شو نو دهغه کفر دې تا خپه نه کړي -ای پېغمبره- یوازې مونږ ته یې دقیامت په ورځ راګرځېدل دي، نو مونږ به یې په هغه بدو کړنو خبر کړو چې په دنیا کې یې کولې، او بدله به پرې ورکړو، بېشکه الله پوهه دی په هغه څه چې سینو کې دي، دهغې څخه ترې هېڅ نه پټېږي. مخ ۳ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر نمتعهم قليلا ثم نضطرهم إلى عذاب غليظ
نُمَتِّعُهُمْ قَلِيلًۭا ثُمَّ نَضْطَرُّهُمْ إِلَىٰ عَذَابٍ غَلِيظٍۢ ﴿٢٤﴾
ګټه به ورکړو لږه موده په ورکولو دهغو خوندونو چې په دنیا کې یې ورکوو، بیا به یې دقیامت په ورځ سخت عذاب ته را کش کړو چې داور عذاب دی
وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ ٱللَّهُ ۚ قُلِ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٢٥﴾
او که چېرته له دغو مشرکانو پوښتنه وکړې -ای پېغمبره- چې آسمانونه چا پېدا کړي؟ ځمکه چا پېدا کړې؟ خامخا به ووایي: دا ټول الله پېدا کړي؟ ته ورته ووایه: ستاینه هغه ذات لره ده چې پر تاسو یې حجت څرګند کړ، بلکې زیاتره یې دناپوهۍ له کبله نه پوهېږي چې څوک دستاینې وړ دی
لِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْغَنِىُّ ٱلْحَمِيدُ ﴿٢٦﴾
یوازې الله لره هغه څه دي چې په اسمانونو او زمکه کې دي په پېدایښت، ملکیت او سمبالښت کې، بېشکه الله دټولو مخلوقاتو څخه بې پروا دی، په دنیا او آخرت کې ستایل شوی دی
وَلَوْ أَنَّمَا فِى ٱلْأَرْضِ مِن شَجَرَةٍ أَقْلَـٰمٌۭ وَٱلْبَحْرُ يَمُدُّهُۥ مِنۢ بَعْدِهِۦ سَبْعَةُ أَبْحُرٍۢ مَّا نَفِدَتْ كَلِمَـٰتُ ٱللَّهِ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌۭ ﴿٢٧﴾
حكيم او که پر ځمکه کې چې څومره ونې دي هغه پرې شي او قلمونه ترې جوړ شي، او سمندر ورته رنګ شي، او که اووه سمندرونه یې مرسته وکړي، نو دالله خبرې به خلاصې نه شي ځکه چې نه ختمېدونکي دي، بېشکه الله تعالی برلاسی دی چې هېڅوک پرې غالب کېدلای نه شي، حکمت والا دی په پېدایښت او سمبالښت کې
مَّا خَلْقُكُمْ وَلَا بَعْثُكُمْ إِلَّا كَنَفْسٍۢ وَٰحِدَةٍ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌۢ بَصِيرٌ ﴿٢٨﴾
نه دی پېدایښت ستاسو -ای خلکو- او نه ستاسو پاڅون دقیامت په ورځ دحساب او بدلې لپاره په آسانتیا کې مګر په څېر دپېدایښت دیو کس او پاڅون دهغه، بېشکه الله تعالی اورېدونکی دی چې نه یې مشغوله کوي اورېدل دیو غږ داورېدلو دبل غږ څخه، لېدونکی دی چې نه یې مشغوله کوي کتل دیو شي دکتلو دبل شي څخه، او همدا راز یې نه مشغوله کوي پېدایښت دیو کس او یا پاڅون دهغه دپېدایښت او پاڅون دبل کس څخه. ل م
أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ يُولِجُ ٱلَّيْلَ فِى ٱلنَّهَارِ وَيُولِجُ ٱلنَّهَارَ فِى ٱلَّيْلِ وَسَخَّرَ ٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ كُلٌّۭ يَجْرِىٓ إِلَىٰٓ أَجَلٍۢ مُّسَمًّۭى وَأَنَّ ٱللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌۭ ﴿٢٩﴾
آیا ته نه وینې چې بېشکه الله کموي له شپې څخه چې ورځ ور زیاته کړي، او کموي ورځ چې شپه ور زیاته کړي، او دلمر او سپوږمۍ مزل یې اندازه کړی دی، چې هر یو په خپل مدار کې تر ټاکلي وخت روان دي، او بېشکه الله په هغو کړنو چې تاسي یې کوئ خبردار دی، هېڅ هم ستاسو له کړنو څخه ترې پټ نه دي، او زر دی چې تاسو ته به پرې بدله درکړي
ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِ ٱلْبَـٰطِلُ وَأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْعَلِىُّ ٱلْكَبِيرُ ﴿٣٠﴾
دا سمبالونه او اندازه کونه په دې شاهدي ورکوي چې بېشکه یوازې الله حق دی، هغه حق دی په خپل ذات، صفاتو او افعالو کې. او بېشکه هغه څه چې مشرکان یې له الله پرته عبادت کوي باطل دي چې بنسټ نلري، او بېشکه الله پر ټولو مخولوقاتو اوچت دی په ذات سره او په غلبې او مرتبې سره، هغه چې ترې بل اوچت نشته، هغه چې له هر شي لوی دی. مخ ۴ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱلْفُلْكَ تَجْرِى فِى ٱلْبَحْرِ بِنِعْمَتِ ٱللَّهِ لِيُرِيَكُم مِّنْ ءَايَـٰتِهِۦٓ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّكُلِّ صَبَّارٍۢ شَكُورٍۢ ﴿٣١﴾
آیا ته نه وینې چې بېشکه بېړۍ په سمندر کې دهغه په مهربانۍ او تابع کولو چليږي، څو تاسو ته -ای خلکو- دالله په ځواک او مهربانۍ ښوونکې نښې دروښایي، بېشکه په دې کې خامخا دالله تعالی په ځواک باندې نخښې شته دی هر په زیان صبر کوونکي لره، او دنعمتونو په ترلاسه کولو شکر کوونکي لره
وَإِذَا غَشِيَهُم مَّوْجٌۭ كَٱلظُّلَلِ دَعَوُا۟ ٱللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ فَلَمَّا نَجَّىٰهُمْ إِلَى ٱلْبَرِّ فَمِنْهُم مُّقْتَصِدٌۭ ۚ وَمَا يَجْحَدُ بِـَٔايَـٰتِنَآ إِلَّا كُلُّ خَتَّارٍۢ كَفُورٍۢ ﴿٣٢﴾
كل ختار كفور او کله چې ترې له هر اړخه دغرونو او ورېځو په څېر څپې راچاپېره شي، نو یوازې الله ته په اخلاص دعا او عبادت کوي، او کله چې یې دعا ومني، او وچې ته یې وژغوري، او له غرقېدو یې وساتي، نو ځینې یې درمیانه تګ والا شي خو، کوم شکر چې پرې لا زم شوی هغه په بشپړه توګه نه ادا کوي، او ځینې یې دالله له نعمت څخه چورلټ انکار کوي، او دالله له آیتونو انکار نه کوي مګر هر بې لوظه -لکه دغه کس چې الله سره ژمنه وکړي چې که ودې ژغورلم نو له شکر ویستونکو به شم- ډېر دالله په نعمتونو باندې کفر کوونکی دخپل هغه رب شکر نه وباسي چې په ده یې نعمتونه ورولي دي
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱتَّقُوا۟ رَبَّكُمْ وَٱخْشَوْا۟ يَوْمًۭا لَّا يَجْزِى وَالِدٌ عَن وَلَدِهِۦ وَلَا مَوْلُودٌ هُوَ جَازٍ عَن وَالِدِهِۦ شَيْـًٔا ۚ إِنَّ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقٌّۭ ۖ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَا وَلَا يَغُرَّنَّكُم بِٱللَّهِ ٱلْغَرُورُ ﴿٣٣﴾
اې خلکو! دخپل رب څخه وډار شئ؛ دهغه داوامرو په پلي کولو او نواهیو څخه په ځان ژغورلو کې، او ووېرېږئ دهغې ورځې له عذاب څخه چې ګټه نشي رسولی پلار خپل زوی ته، او نه دهېڅ شي ګټه رسولی شي زوی خپل پلار ته، بېشکه دالله ژمنه په بدله ورکولو دقیامت په ورځ له شک پرته واقع کېدونکې ده، نو د دنیا ژوند دې تاسو په دوکه کې نه اچوي په شهوات هوسونو او چټیاتو سره، او نه دې تاسو شیطان په دوکه کې اچوي دالله په صبر سره تاسو باندې او دعذاب په وروسته کولو له تاسو څخه
إِنَّ ٱللَّهَ عِندَهُۥ عِلْمُ ٱلسَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ ٱلْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِى ٱلْأَرْحَامِ ۖ وَمَا تَدْرِى نَفْسٌۭ مَّاذَا تَكْسِبُ غَدًۭا ۖ وَمَا تَدْرِى نَفْسٌۢ بِأَىِّ أَرْضٍۢ تَمُوتُ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌۢ ﴿٣٤﴾
بې شکه یوازې الله سره دقیامت پوهه ده، نو پوهېږي چې کله واقع کېږي، او باران وروي کله چې وغواړي، او پوهېږي په هغه څه چې په رحمونو کې دي چې نر دی که ښځه؟! نیک بخت دی که بد بخت؟! او هېڅوک نه پوهېږي چې سبا به کوم دنېکۍ یا بدۍ کار کوي، او نه هېڅوک پوهېږي چې په کومه ځمکه به مري، بلکې الله دې ټولو باندې پوهېږي، بېشکه الله پوهه او خبردار دی په دې ټولو خبرو، هېڅ هم ترې لدې پټ نه دي. مخ ۵ له ۵ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر