کورتفسیرالروم (٣٠)

تفسیر الروم — Ar-Room (30)

مکي · ٦٠ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

الٓمٓ ﴿١﴾

(الم) ددې(تورو) په اړه دالبقرې سورت په پیل کې خبرې شوې دي

غُلِبَتِ ٱلرُّومُ ﴿٢﴾

فارسیان پر رومیانو برلاسي شول

فِىٓ أَدْنَى ٱلْأَرْضِ وَهُم مِّنۢ بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ ﴿٣﴾

دفارسیانو ښارونو ته نږدې دشام په ځمکه، او رومیان به دفارسیانو له غلبې وروسته پر دوی ډېر زر برلاسي کېږي

فِى بِضْعِ سِنِينَ ۗ لِلَّهِ ٱلْأَمْرُ مِن قَبْلُ وَمِنۢ بَعْدُ ۚ وَيَوْمَئِذٍۢ يَفْرَحُ ٱلْمُؤْمِنُونَ ﴿٤﴾

له دریو کلونو څخه کمه او له لسو څخه به زیاته موده نه وي، بشپړه واکمني دالله ده، درومیانو له بریا مخکې او وروسته، او په هغه ورځ چې رومیان پر فارسیانو برلاسي شي نو مومنان به خوشالېږي

بِنَصْرِ ٱللَّهِ ۚ يَنصُرُ مَن يَشَآءُ ۖ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ ﴿٥﴾

رومیانو ته دالله په مرسته ځکه خوشالېږي چې دوی اهل کتاب دي، الله مرسته کوي چا ته چې وغواړي دچا په مقابل کې چې وغواړي، او هغه برلاسی دی چې څوک پرې نشي برلاسی کېدلای، په مومنو بندګانو مهربان دی

وَعْدَ ٱللَّهِ ۖ لَا يُخْلِفُ ٱللَّهُ وَعْدَهُۥ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٦﴾

دغه مرسته او بريا دالله تعالی له لوري ژمنه وه، الله ددغې خپلې ژمنې خلاف نه کوي، او په پوره کېدلو سره يې دمؤمنانو دالله دمرستې پر ژمنه باور زياتيږي، خو ډېری خلک دخپل کفر له امله پر دغه نه پوهيږي

يَعْلَمُونَ ظَـٰهِرًۭا مِّنَ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَهُمْ عَنِ ٱلْـَٔاخِرَةِ هُمْ غَـٰفِلُونَ ﴿٧﴾

په ایمان او دشریعت په احکامو نه پوهېږي، بلکې ددنیا په ښکاره ژوند چې دمعاش ترلاسه کولو او مادي آبادۍ سره اړیکه نیسي ښه پوهېږي، او دوی له هغه آخرت چې دژوند ریښتینی کور دی مخ اړونکي دي، هغې خوا ته نه ګوري. م

أَوَلَمْ يَتَفَكَّرُوا۟ فِىٓ أَنفُسِهِم ۗ مَّا خَلَقَ ٱللَّهُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَآ إِلَّا بِٱلْحَقِّ وَأَجَلٍۢ مُّسَمًّۭى ۗ وَإِنَّ كَثِيرًۭا مِّنَ ٱلنَّاسِ بِلِقَآئِ رَبِّهِمْ لَكَـٰفِرُونَ ﴿٨﴾

آيا دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو په ځانونو کې فکر نه دی کړی، چې الله څنګه پيداکړي او برابر کړي دي، الله اسمانونه، ځمکه او څه يې چې ترمنځ دي يوازې په حقه پيداکړي دي، هغوی يې بې ځايه نه دي پيداکړي، او په دنيا کې يې دهغو لپاره ټاکلې موده ګرځولې ده، او ډېر خلک دخپل پالونکي دقيامت په ورځ له مخ کېدو څخه نټه کوونکي دي، له همدې امله هغوی په داسې نېک عمل چې دپالونکي په وړاندې يې منل شوی وي دبېرته را پاڅېدلو لپاره چمتووالی نه نیسي. مخ ۱ له ۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

أَوَلَمْ يَسِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَيَنظُرُوا۟ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَانُوٓا۟ أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةًۭ وَأَثَارُوا۟ ٱلْأَرْضَ وَعَمَرُوهَآ أَكْثَرَ مِمَّا عَمَرُوهَا وَجَآءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِٱلْبَيِّنَـٰتِ ۖ فَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَـٰكِن كَانُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿٩﴾

آیا دوی په ځمکه نه دي ګرځېدلې څو سوچ وکړي چې له دوی څخه مخکې ددروغ ګڼونکو قومونو پایله څرنګه وه؟ دا قومونه له دوی څخه ډېر ځواکمن وو، او د کښت او ودانولو لپاره یې ځمکه اړولې وه، او له دوی يې زیاته ودانه کړې وه، او دوی ته خپل پېغمبران دالله دیووالي په اړه له ښکاره دلائلو سره راغلي ونو دروغجن یې وبلل، نو الله چې کله دوی تباه کړل ظلم یې ورسره نه وو کړی، بلکې دوی خپلو ځانونو سره ظلم وکړ چې دکفر له کبله یې دهلاکت کندې ته وغورځول

ثُمَّ كَانَ عَـٰقِبَةَ ٱلَّذِينَ أَسَـٰٓـُٔوا۟ ٱلسُّوٓأَىٰٓ أَن كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ وَكَانُوا۟ بِهَا يَسْتَهْزِءُونَ ﴿١٠﴾

بیا دهغو کسانو پایله چې دالله سره په شریک جوړلو او بدو عملونو یې خپلې کړنې بدې شوې وې، ډېره زیاته بده پایله وه؛ ځکه دوی دالله آیتونه دروغ ګڼل او ټوکې او ملنډې یې پرې وهلې

ٱللَّهُ يَبْدَؤُا۟ ٱلْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُۥ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿١١﴾

الله تعالی له مخکنۍ بېلګې پرته پېدایښت پېل کړی، بیا یې فنا کوي، بیا یې راګرځوي، بیا یوازې ده ته دحساب او بدلې لپاره دقیامت په ورځ ورګرځئ

وَيَوْمَ تَقُومُ ٱلسَّاعَةُ يُبْلِسُ ٱلْمُجْرِمُونَ ﴿١٢﴾

او په کومه ورځ چې قیامت شي مجرمان به دالله درحمت څخه ناهیلي شي، او هیلې به یې پرې شي؛ په الله باندې دبې دلیله کفرکولو له کبله

وَلَمْ يَكُن لَّهُم مِّن شُرَكَآئِهِمْ شُفَعَـٰٓؤُا۟ وَكَانُوا۟ بِشُرَكَآئِهِمْ كَـٰفِرِينَ ﴿١٣﴾

او نه به وي دوی لره له هغو شریکانو څخه چې دوی یې په دنیا کې عبادت کولو څوک چې ددوی له عذاب څخه دژغورلو سپارښتنه وکړي، او دوی به له خپلو شریکانو منکر وي، ځکه هغه مهال یې دوی رسوا کړل چې دوی ورته اړتیا لرله؛ ځکه ټول په تباه کېدو کې سره برابر شول

وَيَوْمَ تَقُومُ ٱلسَّاعَةُ يَوْمَئِذٍۢ يَتَفَرَّقُونَ ﴿١٤﴾

او په هغه ورځ چې قیامت ترسره کېږي په دغه ورځ به خلک په دنیا کې دخپلو عملونو په اندازه وویشل شي، په منځ دهغو کې چې پورته شوي وي علیین (پورته ځای) ته او یا ښکته شوي وي (اسفل سافلین) ښکته دښکتو ته

فَأَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ فَهُمْ فِى رَوْضَةٍۢ يُحْبَرُونَ ﴿١٥﴾

پس هغه کسان چې په الله باور لري او دهغه دخوښې ښه عملونه یې تر سره کړې وي، پس دوی لره جنت دی چې خوشاله به وي، ځکه چې هغه تلپاتې نعمتونه به ترلاسه کوي چې هېڅکله ترې نه پرې کېږي

وَأَمَّا ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَكَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا وَلِقَآئِ ٱلْـَٔاخِرَةِ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ فِى ٱلْعَذَابِ مُحْضَرُونَ ﴿١٦﴾

او هغه کسان چې په الله یې کفر کړی او زمونږ په پېغمبر نازل شوي آیتونه یې دروغ ګڼلي، او پاڅون او حساب یې دروغ ګڼلي دي، همدوی به عذاب ته حاضرولای شي او تل به ورسره مل وي. مخ ۲ له ۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

فَسُبْحَـٰنَ ٱللَّهِ حِينَ تُمْسُونَ وَحِينَ تُصْبِحُونَ ﴿١٧﴾

نو دالله پاکي کوئ کله چې ماښام مهال کې ننوځئ، او هغه دماښام او ماسخوتن لمونځونو وختونه دي، او پاکي یې کوئ کله چې سهار مهال کې ننوځئ، او هغه د سهار دلمانځه وخت دی. ي

وَلَهُ ٱلْحَمْدُ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَعَشِيًّۭا وَحِينَ تُظْهِرُونَ ﴿١٨﴾

او یوازې دده ستاینه ده؛ په آسمانونو کې یې ملائکې او په ځمکه کې یې مخلوقات ستاینه کوي، او پاکي يې کوئ کله چې مازیګر کې ننوځئ چې هغه دمازیګر د لمانځه وخت دی، او پاکي یې کوئ کله چې ماسپښین وخت کې ننوځئ

يُخْرِجُ ٱلْحَىَّ مِنَ ٱلْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ ٱلْمَيِّتَ مِنَ ٱلْحَىِّ وَيُحْىِ ٱلْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ۚ وَكَذَٰلِكَ تُخْرَجُونَ ﴿١٩﴾

راوباسي ژوندی له مړي څخه، لکه دانسان راویستل له نطفې څخه، او دچورګوړی له هګۍ څخه، او راوباسي مړی له ژوندي څخه لکه دنطفې روایستل له انسان څخه، او هګۍ له چرګې څخه، او ژوندۍ کوي ځمکه وروسته له وچېدو دباران په ورولو او شنه کولو، او په شنه کولو دځکمې درا ژوندي کولو په څېر به تاسو هم له خپلو قبرونو څخه دحساب او بدلې لپاره راوځئ

وَمِنْ ءَايَـٰتِهِۦٓ أَنْ خَلَقَكُم مِّن تُرَابٍۢ ثُمَّ إِذَآ أَنتُم بَشَرٌۭ تَنتَشِرُونَ ﴿٢٠﴾

او دالله له هغو لويو نښانو چې دهغه پر ځواک او يووالي دلالت کوي، اې خلکو له خاورې ستاسو پيداکول دي، کله يې چې ستاسو پلار ورڅخه پيداکړ، بيا تاسو انسانان په تناسل (زېږېدو) زياتېدئ او دځمکې په ختيځو او لوېديځو کې يې خپرېدئ

وَمِنْ ءَايَـٰتِهِۦٓ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَٰجًۭا لِّتَسْكُنُوٓا۟ إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةًۭ وَرَحْمَةً ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّقَوْمٍۢ يَتَفَكَّرُونَ ﴿٢١﴾

لقوم يتفك رون او دهغه له سترو نښانو څخه چې په قدرت او یووالي یې دلالت کوي دا دي: چې -ای سړیو- تاسو ته یې ستاسو له جنس څخه مېرمنې پېدا کړې دي څو مو نفسونه په همجنستوب سره ډاډ ترلاسه کړي، او ستاسو او هغوی تر منځ یې مینه او لورینه ګرځولې ده، بېشکه په دې یادو شوو کې خامخا ښکاره دلیلونه دي هغه قوم خلکو لپاره چې سوچ کوي؛ ځکه همدوی دعقل کارولو څخه ګټه اخلي

وَمِنْ ءَايَـٰتِهِۦ خَلْقُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَٱخْتِلَـٰفُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَٰنِكُمْ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّلْعَـٰلِمِينَ ﴿٢٢﴾

او دهغه له سترو نښانو څخه چې په قدرت او یووالي یې دلالت کوي دا دي: چې آسمانونه او ځمکه یې پېدا کړي دي، او له دې څخه ستاسو دژبو توپیر دی، او ستاسو درنګونو توپیر دی، بېشکه په دې یادو شوو کې خامخا ښکاره دلیلونه دي دپوهې او ځیرکتیا خاوندانو ته

وَمِنْ ءَايَـٰتِهِۦ مَنَامُكُم بِٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ وَٱبْتِغَآؤُكُم مِّن فَضْلِهِۦٓ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّقَوْمٍۢ يَسْمَعُونَ ﴿٢٣﴾

او دهغه له سترو نښانو څخه چې په قدرت او یووالي یې دلالت کوي: دشپې ستاسو خوب دی، او دورځې خوب مو دکارونو دستړیا څخه دآرام لپاره، او دهغه له نښانو څخه دا چې تاسو ته یې ورځ پېدا کړې چې پکې خپاره شئ له رب څخه مو روزي غوښتونکي اوسئ، بېشکه په دې یادو شوو کې خامخا دلیلونه دي هغو خلکو لپاره چې دسوچ کولو او منلو لپاره اوري. مخ ۳ له ۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَمِنْ ءَايَـٰتِهِۦ يُرِيكُمُ ٱلْبَرْقَ خَوْفًۭا وَطَمَعًۭا وَيُنَزِّلُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءًۭ فَيُحْىِۦ بِهِ ٱلْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَآ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّقَوْمٍۢ يَعْقِلُونَ ﴿٢٤﴾

لٔايت لقوم يعقلون او دهغه له سترو نښانو څخه چې په قدرت او یووالي یې دلالت کوي: دا چې تاسو ته په آسمان کې بریښنا درښایي، او تاسو ته دتندر څخه ویره او دباران هیله یو ځای کوي، او له آسمان څخه دباران اوبه راوروي، چې پرې ځمکه له وچېدو وروسته په ګیاوو شنه کوي، بېشکه په دې کې خامخا ښکاره دلیلونه دي هغه خلکو ته چې عقل کاروي، نو په همدې دمرګ څخه وروسته دحساب او بدلې لپاره دپاڅون دلیل نیسي

وَمِنْ ءَايَـٰتِهِۦٓ أَن تَقُومَ ٱلسَّمَآءُ وَٱلْأَرْضُ بِأَمْرِهِۦ ۚ ثُمَّ إِذَا دَعَاكُمْ دَعْوَةًۭ مِّنَ ٱلْأَرْضِ إِذَآ أَنتُمْ تَخْرُجُونَ ﴿٢٥﴾

او دالله تعالی له سترو نښانو څخه چې په قدرت او یووالي يې دلالت کوي دغورځېدو پرته دآسمان، او نړېدو پرته دځمکې ودرېدل دي، دالله په امر سره، بیا کله چې تاسي له ځمکې څخه دملائکې په شپیلي کې پوکي کولو سره راوبلي نو تاسو به له خپلو قبرونو څخهلد حساب او بدلې لپاره راوځئ

وَلَهُۥ مَن فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۖ كُلٌّۭ لَّهُۥ قَـٰنِتُونَ ﴿٢٦﴾

او یوازې هغه لره دي څه چې آسمانونو کې دي، او یوازې هغه لره دي څه چې په ځمکه کې دي په ملکیت، پېدایښت او اندازه کولو سره، ټول هغه څه چې آسمانو کې دي او ټول هغه چې په ځمکه کې دي دده له مخلوقاتو څخه ده ته غاړه ايښودونکي او دده امر ته تسلمېدونکي دي

وَهُوَ ٱلَّذِى يَبْدَؤُا۟ ٱلْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُۥ وَهُوَ أَهْوَنُ عَلَيْهِ ۚ وَلَهُ ٱلْمَثَلُ ٱلْأَعْلَىٰ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ ﴿٢٧﴾

او هغه ذات دی چې پېدایښت یې له مخکېنۍ بېلګې پرته پېل کړی، او بیا یې دفنا کېدو وروسته راګرځوي، او بېرته راګرځونه دپېل څخه آسانه ده، او دواړه ورته آسانه دي، ځکه چې کله دیو څه اراده وکړي ورته وایي: (وشه) نو وشي، او ده لره لوړه ستاینه ده په ټولو دبشپړتیا او لویۍ صفتونو کې، او هغه برلاسه دی چې څوک پرې نه برلاسه کېږي، او دمخلوق په پېدایښت او سمبالښت کې دحکمت والادی

ضَرَبَ لَكُم مَّثَلًۭا مِّنْ أَنفُسِكُمْ ۖ هَل لَّكُم مِّن مَّا مَلَكَتْ أَيْمَـٰنُكُم مِّن شُرَكَآءَ فِى مَا رَزَقْنَـٰكُمْ فَأَنتُمْ فِيهِ سَوَآءٌۭ تَخَافُونَهُمْ كَخِيفَتِكُمْ أَنفُسَكُمْ ۚ كَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ ٱلْـَٔايَـٰتِ لِقَوْمٍۢ يَعْقِلُونَ ﴿٢٨﴾

ای مشرکانو! الله تعالی تاسو ته ستاسو له ځانو اخیستل شوی یو مثال بیانوي: آیا ستاسو دملکیت له مریانو څخه تاسو سره ستاسو په شتمنیو کې څوک په برابره شریک شته، چې تاسو وېرېږئ چې شتمني مو درسره وویشي لکه څرنکه چې ځینې له تاسو خپل خپلواک سیال څخه وېرېږي چې شتمنۍ یې ورسره ونه ویشي؟ آیا تاسو خپلو ځانو لپاره دمریانو په داسې (چلن) خوښ یاست؟ له شک پرته په دې خوښ نه یاست، نو الله خو ډېر وړ دی چې په خپل ملکیت کې دمخلوقاتو او مریانو څخه څوک شریک ونلري، په دغه څېر او نورو مثالونو سره مونږ ګڼ ډول دلیلونه بیانوو هغو خلکو لپاره چې عقل کاروي، ځکه چې همدوی ترې ګټه اخلي

بَلِ ٱتَّبَعَ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوٓا۟ أَهْوَآءَهُم بِغَيْرِ عِلْمٍۢ ۖ فَمَن يَهْدِى مَنْ أَضَلَّ ٱللَّهُ ۖ وَمَا لَهُم مِّن نَّـٰصِرِينَ ﴿٢٩﴾

دهغوی دلار ورکۍ لا مل په دلايلو کې کموالی او دهغو نه بيانول نه دي، بلکې هغه دنفسي غوښتنو پيروي او دهغوی له لوري پر هغوی دالله دحق په اړه دناپوهۍ له مخې دپلرونو پسې تګ دی، نو څوک به دلارښوونې توفيق ورکړي څوک چې الله لا ر ورکی کړی وي، هيڅوک هم توفيق نشي ورکولای او نه به هغوی لره مرستندويان وي چې دالله له عذابه يې وژغوري. مخ ۴ له ۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًۭا ۚ فِطْرَتَ ٱللَّهِ ٱلَّتِى فَطَرَ ٱلنَّاسَ عَلَيْهَا ۚ لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ ٱللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ ٱلدِّينُ ٱلْقَيِّمُ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٣٠﴾

ای پېغمبره! هغه دین ته مخ کړه ته او هغه څوک چې درسره دي کوم ته چې الله ور مخ کړی یې؛ دټولو دینونو څخه ده ته ورکوږ شه، داسلام دین چې خلک یې پرې پېدا کړي، دالله دپېدایښت بدلون نشته، همدا نېغ دین دی چې کوږوالی نه لري، لیکن زیاتره خلک نه پوهېږي چې حق دین همدا دین دی

۞ مُنِيبِينَ إِلَيْهِ وَٱتَّقُوهُ وَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَلَا تَكُونُوا۟ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ ﴿٣١﴾

ده ته له خپلو ګناهونو څخه په توبه کولو وروګرځئ، او په پلي کولو دهغه داوامرو او دهغه دنواهیو څخه په ځان ساتلو ترې ووېرېږئ، او لمونځ په پوره توګه بشپړ کړئ، او له هغو مشرکانو مه ګرځئ چې له فطرت سره ټکر کې دي په خپلو عبادتونو کې دالله سره شریک نیسي

مِنَ ٱلَّذِينَ فَرَّقُوا۟ دِينَهُمْ وَكَانُوا۟ شِيَعًۭا ۖ كُلُّ حِزْبٍۭ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ ﴿٣٢﴾

او له هغو مشرکانو مه کېږئ چې خپل دین یې بدل کړی، او په ځینې یې ایمان راوړی، او په ځېنې یې کفر کړی، او ډلې شوي دي، هره ډله یې په خپل باطل باندې خوشاله ده، فکر کوي چې یوازې همدوي په حقهر دي او له دوی پرته نور په باطله دي

وَإِذَا مَسَّ ٱلنَّاسَ ضُرٌّۭ دَعَوْا۟ رَبَّهُم مُّنِيبِينَ إِلَيْهِ ثُمَّ إِذَآ أَذَاقَهُم مِّنْهُ رَحْمَةً إِذَا فَرِيقٌۭ مِّنْهُم بِرَبِّهِمْ يُشْرِكُونَ ﴿٣٣﴾

او کله به چې مشرکانو ته ناروغتیا یا ناچاري یا تنګسه ورسېدله نو یوازې خپل رب به یې رابله په عاجزۍ سره به ورته ورګرځېدل چې مصیبت ترې لرې کړي، خو کله به یې چې ترې دمصیبت لرې کولو لورینه وکړه، نو یو دم یوه ډله له دوی څخه دالله سره نور څه په دعا کې شریکولو ته ورګرځي

لِيَكْفُرُوا۟ بِمَآ ءَاتَيْنَـٰهُمْ ۚ فَتَمَتَّعُوا۟ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿٣٤﴾

کله چې دالله پر نعمتونو کفر وکړي -چې له دې څخه دتکلیف لرې کول دي- او خوند واخلي په دې دنیا کې له هغه څه چې ددوی مخکې دي نو زر دی چې د قیامت په ورځ به په خپلو سترګو وویني چې دوی په ښکاره بې لا رېتوب کې وو. أم أنزلنا عليهم سلطنا فهو يتكلم بما كانوا به يشركون

أَمْ أَنزَلْنَا عَلَيْهِمْ سُلْطَـٰنًۭا فَهُوَ يَتَكَلَّمُ بِمَا كَانُوا۟ بِهِۦ يُشْرِكُونَ ﴿٣٥﴾

څه دي چې دوی یې شرک کولو ته رابللي دي او هېڅ دلیل نلري؟! نو مونږ خو دکوم کتاب دلیل پر دوی ندی نازل کړی چې دوی پرې دالله سره دشریک نیولو دلیل ونیسي، او دوی سره کوم کتاب هم نشته چې ددوی دشرک په اړه خبرې کوي، او دوی ته دکفر صحت ثابتوي

وَإِذَآ أَذَقْنَا ٱلنَّاسَ رَحْمَةًۭ فَرِحُوا۟ بِهَا ۖ وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌۢ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ إِذَا هُمْ يَقْنَطُونَ ﴿٣٦﴾

او کله چې مونږ خلکو ته دخپلو نعمتونو څخه کوم نعمت دروغتیا او شتمنۍ ور وڅکو نو پرې خوشاله شي په لویي کولو سره، او که چېرې ورته دخپلولا سونو دکړنو او ګناهونو له کبله دناروغتیا او تنګسیا بدي ورسي، نو یو دم دالله دلورینې څخه ناهیلي شي، او دبدۍ له لرې کیدلو هم ناهیلي شي

أَوَلَمْ يَرَوْا۟ أَنَّ ٱللَّهَ يَبْسُطُ ٱلرِّزْقَ لِمَن يَشَآءُ وَيَقْدِرُ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّقَوْمٍۢ يُؤْمِنُونَ ﴿٣٧﴾

آیا دوی نه دي لېدلي چې بېشکه الله تعالی روزي پراخوي چا ته چې وغواړي له بندګانو څخه دازمیښت لپاره چې شکر وباسي او که کفر کوي؟ او تنګوي یې چا ته چې وغواړي دازمیښت لپاره چې صبر کوي که غوصه کېږي؟! بېشکه ځینو ته دروزۍ په پراخوالي، او ځینو ته درزوۍ په تنګسیا کې خامخا مومنانو ته دالله تعالی د مهربانۍ او لورینې دلیلونه دي. مخ ۵ له ۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

فَـَٔاتِ ذَا ٱلْقُرْبَىٰ حَقَّهُۥ وَٱلْمِسْكِينَ وَٱبْنَ ٱلسَّبِيلِ ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌۭ لِّلَّذِينَ يُرِيدُونَ وَجْهَ ٱللَّهِ ۖ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ ﴿٣٨﴾

نو اې مسلمانه! دخپلوۍ څښتن ته هغه ښېګڼه او خپلوي پالنه ورکړه چې وړ يې دی او اړمن ته هغه څه ورکړه چې اړتيا يې پوره کړي او هغه بې وزله ته څه ورکړه چې له ښاره يې لا ر پرې شوې وي، په دغولا رو کې ورکړه دهغو خلکو لپاره غوره ده چې دالله رضا غواړي، او هغه کسان چې دغه مرسته او حقوق وړاندې کوي همهغوی دهغه جنت په ترلاسه کولو - چې لټوي يې او هغې سزا څخه په خونيتوب چې ترې وېريږي - بريالي دي

وَمَآ ءَاتَيْتُم مِّن رِّبًۭا لِّيَرْبُوَا۟ فِىٓ أَمْوَٰلِ ٱلنَّاسِ فَلَا يَرْبُوا۟ عِندَ ٱللَّهِ ۖ وَمَآ ءَاتَيْتُم مِّن زَكَوٰةٍۢ تُرِيدُونَ وَجْهَ ٱللَّهِ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُضْعِفُونَ ﴿٣٩﴾

او هغه شتمنۍ چې تاسو یې له خلکو څخه یو چاته ورکوئ دې لپاره چې تاسو ته بېرته یو څه زیات درکړي نو دالله په نزد دهغې اجر نه زیاتېږي، او هغه شتمنۍ چې تاسو یې هغه چا ته ورکوئ چې خپله اړتیا پرې لرې کړي او تاسو پرې دالله مخ غواړئ، له خلکو څخه مرتبه او بدله نه غواړئ، نو همدوی هغه خلک دي چې دالله په نزد یې اجر زیاتېږي

ٱللَّهُ ٱلَّذِى خَلَقَكُمْ ثُمَّ رَزَقَكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ ۖ هَلْ مِن شُرَكَآئِكُم مَّن يَفْعَلُ مِن ذَٰلِكُم مِّن شَىْءٍۢ ۚ سُبْحَـٰنَهُۥ وَتَعَـٰلَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿٤٠﴾

وتعل عما يشركون ى یوازې الله هغه ذات دی چې ستاسو پېدایښت یې کړی، بیا یې روزي درکړې، بیا مو مړه کوي، بیا مو دپاڅون لپاره ژوندي کوي، آیا ستاسو له بتانو څخه چې تاسو یې له ده پرته عبادت کوئ څوک له دې کوم کار کولای شي؟! پاک دی هغه او لوړ دی دهغه څه چې مشرکان یې وایې او عقیده پرې لري

ظَهَرَ ٱلْفَسَادُ فِى ٱلْبَرِّ وَٱلْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِى ٱلنَّاسِ لِيُذِيقَهُم بَعْضَ ٱلَّذِى عَمِلُوا۟ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿٤١﴾

په وچه او درياب کې فساد ښکاره شو، لکه وچکالي، دبارانونو کمښت، دناروغيو او وباوو زياتوالی، دهغوی دکړو ګناهونو له امله، دغه ځکه ښکاره شو، ترڅو هغوی ته الله ددنيا په ژوند کې دځينو بدو کړنو سزا يې وروڅکي په دې هيله چې هغه ته په توبه کولو راوګرځي

قُلْ سِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَٱنظُرُوا۟ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلُ ۚ كَانَ أَكْثَرُهُم مُّشْرِكِينَ ﴿٤٢﴾

ووایه -ای پېغبمبره- دوی مشرکانو ته: وګرځئ په ځمکه کې، نو سوچ وکړئ چې څرنګه وه پایله ددروغجنو قومونو له تاسو څخه مخکې؟ بېشکه بده پایله یې وه، د دوی زیاتره په الله مشرکان وو، هغه سره به یې دنورو عبادت کولو، نو دالله سره دشرک کولو له امله تباه شول

فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ ٱلْقَيِّمِ مِن قَبْلِ أَن يَأْتِىَ يَوْمٌۭ لَّا مَرَدَّ لَهُۥ مِنَ ٱللَّهِ ۖ يَوْمَئِذٍۢ يَصَّدَّعُونَ ﴿٤٣﴾

ای پېغمبره! مخ دې داسلام سم دین ته ور نېغ کړه چې کوږوالی پکې نشته مخکې له دې چې دقیامت ورځ راشي هغه چې کله راشي نو ګرځوونکی نه لري، په دغه ورځ خلک ویشل کېږي: یوه ډله په جنت کې په نعمتونو کې دي، او بله په اور کې په عذاب کې

مَن كَفَرَ فَعَلَيْهِ كُفْرُهُۥ ۖ وَمَنْ عَمِلَ صَـٰلِحًۭا فَلِأَنفُسِهِمْ يَمْهَدُونَ ﴿٤٤﴾

څوک چې په الله کفر وکړي نو دده دکفر زیان -چې په اور کې تلپاتې کېدل دي- [هغه ضرر] همده ته ورګرځي، او چا چې نېک عمل وکړ چې دالله رضا غواړي نو خپلو ځانو ته دجنت داخلېدل او نعمتونه ترلاسه کول چمتو کوي همېشه به وي پکې تلپاتې

لِيَجْزِىَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ مِن فَضْلِهِۦٓ ۚ إِنَّهُۥ لَا يُحِبُّ ٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿٤٥﴾

تر څو هغو کسانو ته چې پر الله يې ايمان راوړی او داسې نېک کارونه يې کړي دي چې دهغوی پالونکی خوشحالوي له خپلې پېرزوينې او نېکۍ بدله ورکړي، بېشکه مخ ۶ له ۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر هغه پاک ذات پر هغه او دهغه پر رسولانو کفر کوونکي نه خوښوي، بلکې سخته سزا ورکوي او دقيامت په ورځ عذاب ورکوي

وَمِنْ ءَايَـٰتِهِۦٓ أَن يُرْسِلَ ٱلرِّيَاحَ مُبَشِّرَٰتٍۢ وَلِيُذِيقَكُم مِّن رَّحْمَتِهِۦ وَلِتَجْرِىَ ٱلْفُلْكُ بِأَمْرِهِۦ وَلِتَبْتَغُوا۟ مِن فَضْلِهِۦ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿٤٦﴾

ولعل كم تشكرون او دهغه له سترو نښانو څخه چې په قدرت او یووالي یې دلالت کوي دا دي: چې بادونه لېږي چې بندګانو ته دباران دنازلېدو دنږدېوالي زېری ورکوي، چې تاسو ته -ای خلکو- دخپل رحمت څخه در وڅکوي په سبب دهغه څه چې دباران څخه وروسته کومه امدني او پراخي راځي، او ددې دپاره چې بېړۍ دهغه په خوښه په سمندر کې وچلېږي، او ددې دپاره چې ولټوئ دهغه مهرباني په سبب دتجارت په سمندر کې، او ښایې چې تاسو دالله په نعمتونو شکر وباسئ نو در زیات یې کړي

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ رُسُلًا إِلَىٰ قَوْمِهِمْ فَجَآءُوهُم بِٱلْبَيِّنَـٰتِ فَٱنتَقَمْنَا مِنَ ٱلَّذِينَ أَجْرَمُوا۟ ۖ وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿٤٧﴾

او بېشکه مونږ له تا مخکې-ای پېغمبره-ډېر پېغمبران خپلو قومونو ته لېږلي، نو دوی ورته په کلکو دلائلو راغلي وو چې ددوی په رښتنولۍ یې دلالت کولو، نو هغه څه یې دروغ وګڼل چې ددوی پېغمبرانو ورته راوړي وو، نو له هغو خلکو مو غچ واخیست چې ناکاره کړنې یې کړې وې، نو په خپل عذاب مو تباه کړل، او پېغمبرانو او مومنانو ته مو دتباهۍ څخه نجات ورکړ، او مومنانو ته نجات ورکول او ورسره مرسته پر مونږ حق او واجب ده چې مونږ پر ځان لا زمه کړې ده

ٱللَّهُ ٱلَّذِى يُرْسِلُ ٱلرِّيَـٰحَ فَتُثِيرُ سَحَابًۭا فَيَبْسُطُهُۥ فِى ٱلسَّمَآءِ كَيْفَ يَشَآءُ وَيَجْعَلُهُۥ كِسَفًۭا فَتَرَى ٱلْوَدْقَ يَخْرُجُ مِنْ خِلَـٰلِهِۦ ۖ فَإِذَآ أَصَابَ بِهِۦ مَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦٓ إِذَا هُمْ يَسْتَبْشِرُونَ ﴿٤٨﴾

الله پاک هغه ذات دی چې هواوې چلوي او پورته کوي يې، بيا دغه هواوې ورېځې خوځوي او حرکت ورکوي؛ نو په آسمان کې يې چې څنګه وغواړي لږ وي او که ډېرې کش کوي او ټوټه يې ګرځوي، بيا اې لېدونکيه ته وينې چې باران ددغې ورېځې له منځ راوځي، کله چې باران له بنده ګانو يې چاته رسيږي، هغوی دالله د داسې باران په اورولو چې وروسته ترې دځمکې دهغه څه شنه کول وي چې هغوی او څاروي يې ورته اړتيا لري خوشحاليږي چې پر هغوی يوه لورېينه ده. وإن كانوا من قبل أن ينزل عليهم من قبله لمبلسين

وَإِن كَانُوا۟ مِن قَبْلِ أَن يُنَزَّلَ عَلَيْهِم مِّن قَبْلِهِۦ لَمُبْلِسِينَ ﴿٤٩﴾

او بېشکه دوی مخکې له دې چې الله پرې باران ووروي دباران ورېدلو څخه نا هیلي وو

فَٱنظُرْ إِلَىٰٓ ءَاثَـٰرِ رَحْمَتِ ٱللَّهِ كَيْفَ يُحْىِ ٱلْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَآ ۚ إِنَّ ذَٰلِكَ لَمُحْىِ ٱلْمَوْتَىٰ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۭ ﴿٥٠﴾

وګوره -ای پېغمبره- دهغه باران اغیز ته چې الله یې په خپلو بندګانو دلورینې لپاره وروي، څرنګه الله ځمکه ژوندۍ کوي په ګڼو ګیاوو چې دوچوالي دځمکې څخه وروسته یې شنه کوي، بېشکه هغه ذات چې دا وچه ځمکه ژوندۍ کوي خامخا دمړو راژوندير کوونکی دی، او هغه په هر څه باندې واکمن دی. ولئن أ رسلنا ريحا فرأ وه مص ف الظلوا من بعده يكفرون

وَلَئِنْ أَرْسَلْنَا رِيحًۭا فَرَأَوْهُ مُصْفَرًّۭا لَّظَلُّوا۟ مِنۢ بَعْدِهِۦ يَكْفُرُونَ ﴿٥١﴾

او که چېرې مونږ ددوی پر کرهنو او ګیاوو باد راولېږو چې برباد یې کړي پرې، نو دوی خپل کښتونه تک زیړ رنګي وویني پس له دې چې شنه وو، نو خامخا به دوی له دې لېدلو وروسته دالله تعالی په مخکینیو نعمتونو کفر کوي سره له زیاتوالي دنعمتونو

فَإِنَّكَ لَا تُسْمِعُ ٱلْمَوْتَىٰ وَلَا تُسْمِعُ ٱلصُّمَّ ٱلدُّعَآءَ إِذَا وَلَّوْا۟ مُدْبِرِينَ ﴿٥٢﴾

لکه څرنګه چې ته مړو ته اورول نشې کولی او نه کوڼ ته اورول کولی شې، په داسې حال چې دوی در څخه لرې وي چې نور هم ددوی نه اورېدل ټینګ شي، نو همدا راز ته لا رښوونه نشې کولای هغه چا ته چې ددوی په څېر وي په مخ اړولو او ګټه نه پورته کولو کې. مخ ۷ له ۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَمَآ أَنتَ بِهَـٰدِ ٱلْعُمْىِ عَن ضَلَـٰلَتِهِمْ ۖ إِن تُسْمِعُ إِلَّا مَن يُؤْمِنُ بِـَٔايَـٰتِنَا فَهُم مُّسْلِمُونَ ﴿٥٣﴾

او ته اوس دهغه چا سمې لا رې ته په لا رښوونه نشې بریالیکیدلی، څوک چې له سمې لا رې څخه بې لا رې شوی وي، نه شي اورولی دوی داسې اورول چې ګټه ترې واخلي مګر هغه څوک چې زمونږ پر آیتونو باور لري؛ ځکه همدا له هغه څه ګټه پورته کوي چې ته یې وایې، نو همدوی زمونږ امر ته غاړه ایښودونکي دي، ورته عاجزي کوونکي دي

۞ ٱللَّهُ ٱلَّذِى خَلَقَكُم مِّن ضَعْفٍۢ ثُمَّ جَعَلَ مِنۢ بَعْدِ ضَعْفٍۢ قُوَّةًۭ ثُمَّ جَعَلَ مِنۢ بَعْدِ قُوَّةٍۢ ضَعْفًۭا وَشَيْبَةًۭ ۚ يَخْلُقُ مَا يَشَآءُ ۖ وَهُوَ ٱلْعَلِيمُ ٱلْقَدِيرُ ﴿٥٤﴾

ای خلکو! الله هغه ذات دی چې تاسو یې له سپکو اوبو پېدا کړي یاست، بیا یې دماشومتوب له کمزورتیا وروسته دسړیتوب قوت درکړ، بیا دسړیتوب دقوت وروسته بوډاوالی کمزوري کړئ، الله چې څه وغواړي له کمزورتیا او قوت څخه پېدا کوي یې، او هغه په هر څه پوهه دی، هېڅ هم ترې پټ نه دي، ځواکمن دی چې هېڅ یې نشي کمزوری کولی

وَيَوْمَ تَقُومُ ٱلسَّاعَةُ يُقْسِمُ ٱلْمُجْرِمُونَ مَا لَبِثُوا۟ غَيْرَ سَاعَةٍۢ ۚ كَذَٰلِكَ كَانُوا۟ يُؤْفَكُونَ ﴿٥٥﴾

او کله چې قیامت ترسره شي مجرمان به قسمونه خوري چې په په قبرونو کې مو له یو ساعت پرته نور وخت ندی تېر کړی، لکه څرنګه چې دهغه وخت پېژندلو څخه اړول شوي دي چې په قبرونو کې یې تېر کړي همدا راز په دنیا کې له حق څخه اړول شوي وو

وَقَالَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْعِلْمَ وَٱلْإِيمَـٰنَ لَقَدْ لَبِثْتُمْ فِى كِتَـٰبِ ٱللَّهِ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْبَعْثِ ۖ فَهَـٰذَا يَوْمُ ٱلْبَعْثِ وَلَـٰكِنَّكُمْ كُنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿٥٦﴾

تعلمون او له نبيانو او پرېښتو هغه کسان چې الله پوهه ورکړې وويل: بېشکه تاسو دالله په پخوانۍ پوهه کې ليکل شوي څه کې ځنډ وکړ، چې ستاسو له پيدايښته بيا ستاسو د دغې راپوته کولو تر ورځې پورې ده چې تاسو نټه ترې کوله، دا هغه ورځ ده چې خلک له قبرونو پکې پورته کيږي، خو تاسو نه پوهېدئ چې بېرته راپورته کېدل به ترسره کيږي؛ نو نټه مو ترې کوله

فَيَوْمَئِذٍۢ لَّا يَنفَعُ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مَعْذِرَتُهُمْ وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ ﴿٥٧﴾

نو په کومه ورځ چې الله تعالی مخلوقات دحساب او بدلې لپاره پاڅوي، ظالمانو ته به هغه عذرونه چې جوړوي هېڅ ګټه ونه رسوي، او نه به له دوی څخه په توبه ویستلو او الله ته په ورګرځېدلو دهغه رضا کول وغوښتل شي؛ ځکه چې وخت به یې تېر شوی وي

وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِى هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانِ مِن كُلِّ مَثَلٍۢ ۚ وَلَئِن جِئْتَهُم بِـَٔايَةٍۢ لَّيَقُولَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا مُبْطِلُونَ ﴿٥٨﴾

او بېشکه مونږ په دې قرآن کې خلکو لپاره -پر دوی دپام کولو لپاره- هر ډول مثال بیان کړی؛ څو دوی ته حق له باطل څخه څرګند شي، او که چېرې ته دوی ته راوړې -ای پېغمبره- په خپلې ریښتنولی باندې کوم دلیل نو خامخا به وایي هغه کسان چې کفر یې کړی: نه یاست تاسو په هغه څه کې چې راوړی مو دی پرته له باطل ویونکو

كَذَٰلِكَ يَطْبَعُ ٱللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِ ٱلَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٥٩﴾

دهمدې ټاپې په څېر چې ددغو خلکو په زړونو وهل شوې کومو ته چې ته نښه راوړې نو ایمان پرې نه راوړي، ټاپه وهي الله په زړونو دټولو هغو کسانو چې پدې نه پوهېږي چې څه تا راوړي هغه حق دي. مخ ۸ له ۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ق

فَٱصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقٌّۭ ۖ وَلَا يَسْتَخِفَّنَّكَ ٱلَّذِينَ لَا يُوقِنُونَ ﴿٦٠﴾

نو صبر وکړه -ای پېغمبره- ستا دقوم په دروغجن ګڼلو تا لره، بېشکه تا سره دالله ژمنه په مرسته کولو او کلکولو کې شته، هېڅ شک پکې نشته، او تا دې بېړه کولو او د صبر پرېښودلو ته مجبوره نکړي هغه کسان چې باور نلري چې بیا ژوندي شي. مخ ۹ له ۹ moc.hgelp

زده کړه · الروم — Ar-Room

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې