کورتفسیرالعنكبوت (٢٩)

تفسیر العنكبوت — Al-Ankaboot (29)

مکي · ٦٩ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

الٓمٓ ﴿١﴾

أَحَسِبَ ٱلنَّاسُ أَن يُتْرَكُوٓا۟ أَن يَقُولُوٓا۟ ءَامَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ ﴿٢﴾

آيا یقیناخلک ګومان کوي سره دویناددوی چې موږ پر الله ايمان راوړی،چې پرته له داسې ازموينې به پرېښودل شي چې دهغوی دوينا حقيقت څرګند کړي چې آيا هغوی په حقه مؤمنان دي؟! معامله داسې نه ده لکه هغوی چې ګومان کړی

وَلَقَدْ فَتَنَّا ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۖ فَلَيَعْلَمَنَّ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ صَدَقُوا۟ وَلَيَعْلَمَنَّ ٱلْكَـٰذِبِينَ ﴿٣﴾

په تحقیق سره پرته له شکه ازمایلي مونږپخواني،پس راښکاره کوي الله په پوره راښکاره کولواوراڅرګندوي یې تاسوته رښتیادرښتینوپه ایمان کې اودرواغ ددرواغجنو[په ایمان کې]

أَمْ حَسِبَ ٱلَّذِينَ يَعْمَلُونَ ٱلسَّيِّـَٔاتِ أَن يَسْبِقُونَا ۚ سَآءَ مَا يَحْكُمُونَ ﴿٤﴾

داسې نه ده.ایا هغه خلکو دا ګومان کړی چې شرک او نور ګناهونه ترسره کوي چې موږ به بې وسې کړي او زموږ له سزا به وژغورل شي؟ ډېر بد دی دهغوی دا حکم چې کوي يې، هغوی الله نه شي بې وسې کولای او نه يې له سزا خلاصېدلی شي که چېرې دکفر په حالت کې مړه شي

مَن كَانَ يَرْجُوا۟ لِقَآءَ ٱللَّهِ فَإِنَّ أَجَلَ ٱللَّهِ لَـَٔاتٍۢ ۚ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ ﴿٥﴾

څوک چې دقيامت په ورځ له الله سره دمخامخ کېدو هيله لري تر څو ثواب ورکړي؛ نو پوه دې شي هغه نېټه چې الله ددغه لپاره ټاکلې ده ژر راتلونکې ده، او هغه د خپلو بندګانو دويناوو اورېدونکی دی، پر کړنو يې ښه پوه دی، له هغه هيڅ هم نه پاتې کيږي او ژر به یې پرکړنو سزا ورکړي

وَمَن جَـٰهَدَ فَإِنَّمَا يُجَـٰهِدُ لِنَفْسِهِۦٓ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَغَنِىٌّ عَنِ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٦﴾

او څوک چې له خپل نفس سره جهاد کوي چې دالله پيروۍ ته يې اړباسي او له ګناه يې لرې کوي، او دالله په لا ر کې جهاد کوي؛ نو هغه په حقيقت کې دځان لپاره جهاد کوي، ځکه ګټه يې همدته ورګرځېدونکې ده، او الله له ټولو مخلوقاتو څخه بې پروا دی، دهغوی پيروي الله ته څه نه ورزياتوي او نه دهغوی سرغړونه له هغه څه کموي

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ لَنُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّـَٔاتِهِمْ وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَحْسَنَ ٱلَّذِى كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿٧﴾

او هغه کسان چې ايمان يې راوړی او زموږ لخوا يې پر ازموينه صبر کړی او نېک اعمال يې کړي دي، هرومرو به يې ګناهونه له منځه يوسو دهغو نېکو اعمالو له امله چې ترسره کړي يې دي او په آخرت کې به دهغو اعمالو غوره بدله ورکړو چې په دنيا کې يې کړي دي

وَوَصَّيْنَا ٱلْإِنسَـٰنَ بِوَٰلِدَيْهِ حُسْنًۭا ۖ وَإِن جَـٰهَدَاكَ لِتُشْرِكَ بِى مَا لَيْسَ لَكَ بِهِۦ عِلْمٌۭ فَلَا تُطِعْهُمَآ ۚ إِلَىَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿٨﴾

فأنبئكم بما كنتم تعملون او انسان ته مو سپارښتنه کړې چې له خپل مور او پلار دواړو سره نيکي او ښېګڼه وکړي، خو ای انسانه! که ستا مور اوپلار دې اړ باسي چې ته له ما سره داسې څه شريک کړې چې دهغه دشريکولو په اړه څه پوهه ونه لرې- لکه دسعد بن ابي وقاص رضی الله عنه مور ته چې داسې څه پېښ شول - په دغه کې يې پيروي مه کوه، مخ ۱ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ځکه دخالق دسر غړونې پر وړاندې دمخلوق پيروي روا نده، دقيامت په ورځ يوازې ماته مو راګرځېدل دي، پر هغه څه به مو خبر کړم چې په دنيا کې مو کول او پر هغه به جزا درکړم

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ لَنُدْخِلَنَّهُمْ فِى ٱلصَّـٰلِحِينَ ﴿٩﴾

او هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی او نېک عملونه يې کړي دي، دقيامت په ورځ به يې هرومرو په نېکانو کې شامل کړو او له هغوی سره يوځای به يې راپورته کړو اود هغوی په شان بدلې به ورکړو

وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَقُولُ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ فَإِذَآ أُوذِىَ فِى ٱللَّهِ جَعَلَ فِتْنَةَ ٱلنَّاسِ كَعَذَابِ ٱللَّهِ وَلَئِن جَآءَ نَصْرٌۭ مِّن رَّبِّكَ لَيَقُولُنَّ إِنَّا كُنَّا مَعَكُمْ ۚ أَوَلَيْسَ ٱللَّهُ بِأَعْلَمَ بِمَا فِى صُدُورِ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿١٠﴾

او له خلکو ځينې وايي:موږ پر الله ايمان راوړی، خو کله يې چې کافران دايمان له امله وځوروي؛ نو دهغوی ځورونه لکه دالله عذاب غوندې ګڼي او له کافرانو سره ديووالي په موخه له ايمانه اوړي او که ستا دپالونکي لخوا ستا مرسته وشي ای رسوله! - هغوی خامخا وايي ای مؤمنانو موږ خو په ايمان کې له تاسو سره وو- آيا الله پر هغه څه ښه پوه نه دی چې دخلکو په زړونو کې دي؟! او له هغه هيڅ هم له کفر او ايمانه پټ نه دي چې دهغوی په زړونو کې دي؛ نو هغوی څنګه الله پر هغه څه خبروي چې په زړونو کې يې دي سره له دې چې الله له هغوی هم ډېر ښه پوه دی چې دهغوی په زړونو کې دي

وَلَيَعْلَمَنَّ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَلَيَعْلَمَنَّ ٱلْمُنَـٰفِقِينَ ﴿١١﴾

او هرومرو به الله هغه کسان څرګند کړي چې په حقه يې ايمان راوړی او هغه منافقان به هم ښکاره کړي چې ايمان ښکاره کوي او کفر پټوي

وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لِلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱتَّبِعُوا۟ سَبِيلَنَا وَلْنَحْمِلْ خَطَـٰيَـٰكُمْ وَمَا هُم بِحَـٰمِلِينَ مِنْ خَطَـٰيَـٰهُم مِّن شَىْءٍ ۖ إِنَّهُمْ لَكَـٰذِبُونَ ﴿١٢﴾

إن هم لكذبون او هغه کسان چې کفر يې کړی هغو کسانو ته به يې ويل چې يوازې پر الله يې ايمان راوړی: په دين او هغه څه کې زموږ پيروي وکړئ چې موږ پرې يو، موږ به ستاسو ګناهونه هم پر غاړه واخلو؛ نو يوازې موږ ته به سزا راکړل شي نه تاسوته، خو هغوی يې هيڅ هم له ګناهونو پر غاړه نه شي اخېستی او هغوی په دغه وينا کې يې درواغجن دي

وَلَيَحْمِلُنَّ أَثْقَالَهُمْ وَأَثْقَالًۭا مَّعَ أَثْقَالِهِمْ ۖ وَلَيُسْـَٔلُنَّ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ عَمَّا كَانُوا۟ يَفْتَرُونَ ﴿١٣﴾

او هرومرو به دغه مشرکان چې خپل باطل ته بلنه کوي خپل هغه ګناهونه پرغاړه واخلي چې ترسره کړي يې دي او دهغو کسانو ګناهونه به هم پر غاړه واخلي چې د هغوی دبلنې پيروي يې کړې ده پرته له دې چې دپيروانو له ګناهونو يې څه کم کړل شي، او دقيامت په ورځ به دهغو باطلوخبرو په اړه وپوښتل شي چې په دنيا کې يې جوړولې

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوْمِهِۦ فَلَبِثَ فِيهِمْ أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًۭا فَأَخَذَهُمُ ٱلطُّوفَانُ وَهُمْ ظَـٰلِمُونَ ﴿١٤﴾

او پرته له شکه نوح مو درسول په توګه خپل قوم ته يې ولېږلو، په هغوی کې يې نهه سوه پنځوس کاله وخت تېر کړ چې دالله يووالي ته يې رابلل، خو هغوی درواغجن وګڼلو او پر خپل کفر پاتې شول؛ نو هغوی طوفان ونيول په داسې حال کې چې هغوی پر الله دکفر او درسولانو ددرواغ ګڼلو له امله ظالمان وو؛ نو په ډوبېدو سره تباه شول

فَأَنجَيْنَـٰهُ وَأَصْحَـٰبَ ٱلسَّفِينَةِ وَجَعَلْنَـٰهَآ ءَايَةًۭ لِّلْعَـٰلَمِينَ ﴿١٥﴾

نو نوح او له مؤمنانو چې څوک له هغه سره په کښتۍ کې وو هغوی مو دډوبېدو له تباهۍ وژغورل او کښتۍ مو دخلکو لپاره داسې دپند نښانه وګرځوله چې پند ترې اخلي. مخ ۲ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَإِبْرَٰهِيمَ إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ وَٱتَّقُوهُ ۖ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌۭ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿١٦﴾

ای رسوله! در په ياد کړه دابراهيم کيسه کله يې چې خپل قوم ته وويل: يوازې دالله عبادت وکړئ، دهغه له عذابه دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيو يې په ډډه کولو ووېرېږئ، دغه څه چې امر درته پرې شوی ستاسو لپاره غوره دي که تاسو پوهېږئ

إِنَّمَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ أَوْثَـٰنًۭا وَتَخْلُقُونَ إِفْكًا ۚ إِنَّ ٱلَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ لَا يَمْلِكُونَ لَكُمْ رِزْقًۭا فَٱبْتَغُوا۟ عِندَ ٱللَّهِ ٱلرِّزْقَ وَٱعْبُدُوهُ وَٱشْكُرُوا۟ لَهُۥٓ ۖ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿١٧﴾

بېشکه ای مشرکانو تاسو چې دڅه عبادت کوئ هغه داسې بوتان دي چې هيڅ ګټه او زيان نه شي رسولای، او له ځانه داسې درواغ جوړوئ چې ګومان کوئ چې هغه بوتان دعبادت وړ دي، بېشکه هغه څه چې له الله پرته يې تاسو عبادت کوئ ستاسو لپاره دروزۍ واک نه لري چې روزي درکړي؛ نو له الله روزي وغواړئ يوازې هغه روزي ورکوونکی دی او يوازې دهغه عبادت وکړئ او دهغه شکر وباسئ پر هغه روزۍ چې پرتاسو يې پېرزو کړې ده، او دقيامت په ورځ دحساب او جزا لپاره يوازې هغه ته ورګرځول کېږئ نه ستاسو بوتانو ته

وَإِن تُكَذِّبُوا۟ فَقَدْ كَذَّبَ أُمَمٌۭ مِّن قَبْلِكُمْ ۖ وَمَا عَلَى ٱلرَّسُولِ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ ﴿١٨﴾

او ای مشرکانو که تاسو محمد صلی الله عليه وسلم په هغه څه کې درواغجن وګڼئ چې ورسره راغلی دی؛ نو پرته له شکه له تاسو مخکې امتونو لکه دنوح قوم، عادیانو او ثموديانو هم رسولان درواغجن ګڼلي دي او په رسول خو يوازې څرګنده رسونه ده، او دکوم څه په رسولو چې هغه ته امر شوی وهغه يې تاسو ته ورسول

أَوَلَمْ يَرَوْا۟ كَيْفَ يُبْدِئُ ٱللَّهُ ٱلْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُۥٓ ۚ إِنَّ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرٌۭ ﴿١٩﴾

آيا دغو مشرکانو نه دي ليدلي چې الله څنګه په پيل کې دمخلوق پيداکول کوي بيا يې له منځه تلو وروسته بېرته راګرځوي؟! بېشکه دغه پر الله ډېر آسانه دي او هغه ځواکمن دی هيڅ شی يې نه شي بې وسې کولای

قُلْ سِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَٱنظُرُوا۟ كَيْفَ بَدَأَ ٱلْخَلْقَ ۚ ثُمَّ ٱللَّهُ يُنشِئُ ٱلنَّشْأَةَ ٱلْـَٔاخِرَةَ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۭ ﴿٢٠﴾

ای رسوله! دغو دبېرته را ژوندي کېدو درواغ ګڼونکو ته ووايه: په ځمکه کې وګرځئ بيا فکر وکړئ چې الله څنګه دپيدايښت پيل کړی، بيا الله خلک دهغوی له مرګ وروسته ددويم ځل لپاره را ژوندي کوي دراپورته کېدو او حساب لپاره، بېشکه الله پر هر څه ځواکمن دی، هيڅ شی يې نه شي بې وسې کولای؛ نو دخلکو د بېرته را پاڅولو څخه نه بې وسې کېږي لکه څنګه يې چې دلومړي ځل پيداکولو څخه نه وبې وسې

يُعَذِّبُ مَن يَشَآءُ وَيَرْحَمُ مَن يَشَآءُ ۖ وَإِلَيْهِ تُقْلَبُونَ ﴿٢١﴾

له مخلوقه يې چې چاته وغواړي په انصاف سزا ورکوي او چاته چې وغواړي په پېرزوينه پرې رحميږي او يوازې هغه ته دقيامت په ورځ دحساب لپاره ورګرځول کېږئ کله مو چې له خپلو قبرونو ژوندي را پورته کړي

وَمَآ أَنتُم بِمُعْجِزِينَ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَا فِى ٱلسَّمَآءِ ۖ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ مِن وَلِىٍّۢ وَلَا نَصِيرٍۢ ﴿٢٢﴾

او تاسو مو له پالونکي نه شئ پاتې کېدلی او نه يې له سزا څخه په ځمکه او نه هم په آسمان کې تښتېدلای شئ، او له الله پرته نه تاسو لره کوم دوست شته چې چارې مو سمبال کړي، او نه له الله پرته تاسو لره کوم مرستندوی شته چې دهغه سزا درڅخه لېرې کړي

وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ وَلِقَآئِهِۦٓ أُو۟لَـٰٓئِكَ يَئِسُوا۟ مِن رَّحْمَتِى وَأُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ ﴿٢٣﴾

او هغه کسان چې دالله پاک له آيتونو او دقيامت په ورځ يې له مخامخکېدو انکار کړې، همدوی زما له رحمته ناهيلي شوي، هيڅکله به يې دخپل کفر له امله جنت ته ننه نه وځي، او همدوی لره په آخرت کې دردوونکی عذاب انتظار کوي. مخ ۳ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِۦٓ إِلَّآ أَن قَالُوا۟ ٱقْتُلُوهُ أَوْ حَرِّقُوهُ فَأَنجَىٰهُ ٱللَّهُ مِنَ ٱلنَّارِ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّقَوْمٍۢ يُؤْمِنُونَ ﴿٢٤﴾

دابراهيم دقوم ځواب هغه لره چې کله يې چې هغوی ته امر وکړ چې يوازې دالله عبادت وکړي او له هغه پرته دبتانو عبادت پرېږدي يوازې دا وچې ويل يې: دخپلو معبودانو دمرستې په موخه هغه ووژنئ يا يې په اور کې وغورځوئ؛ نو الله هغه له اوره وژغوره، بېشکه په اور کې دهغه له غورځولو وروسته دهغه ژغورنه دهغو خلکو لپاره پند دی چې ايمان راوړي، ځکه همغوی دي چې له عبرتونو ګټه اخلي

وَقَالَ إِنَّمَا ٱتَّخَذْتُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ أَوْثَـٰنًۭا مَّوَدَّةَ بَيْنِكُمْ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ۖ ثُمَّ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ يَكْفُرُ بَعْضُكُم بِبَعْضٍۢ وَيَلْعَنُ بَعْضُكُم بَعْضًۭا وَمَأْوَىٰكُمُ ٱلنَّارُ وَمَا لَكُم مِّن نَّـٰصِرِينَ ﴿٢٥﴾

ابراهيم عليه السلام خپل قوم ته وويل: تاسو بوتان په الوهیت سره نیولي عبادت یې کوئ،اوپه دې نږدې ژوند کې ستاسویودبل سره بیژندګلوي او مینه کول ددې په عبادت ولاړه ده، بيا به دقيامت په ورځ ستاسو ترمنځ دغه مينه له منځه ولاړه شي؛ نو دعذاب دليدو پر مهال به مو ځينې له ځينو بېزاري کوي،اویوپه بل به بدوایي او ستاسو دورتګ ځای چې ورګرځئ اور دی، او تاسو لره به مرستندويان نه وي چې دالله له عذابه مو وژغوري، نه به هغه بوتان ستاسو مرستندويان وي چې دالله پرته مو دهغې عبادت کړی او نه بل څوک

۞ فَـَٔامَنَ لَهُۥ لُوطٌۭ ۘ وَقَالَ إِنِّى مُهَاجِرٌ إِلَىٰ رَبِّىٓ ۖ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ ﴿٢٦﴾

نو لوط عليه السلام ورته خپل ایمان ښکاره کړ، او ابراهيم عليه السلام وويل: بېشکه زه مې خپل پالونکي ته دشام مبارکې ځمکې لوري ته هجرت کوم، بېشکه هغه داسې برلاسی دی چې څوک نه شي پرې برلاسي کېدلای، او څوک چې دهغه لوري ته هجرت کوونکی وي نه خواريږي، په خپل تقدير او تدبير کې دحکمت څښتن دی

وَوَهَبْنَا لَهُۥٓ إِسْحَـٰقَ وَيَعْقُوبَ وَجَعَلْنَا فِى ذُرِّيَّتِهِ ٱلنُّبُوَّةَ وَٱلْكِتَـٰبَ وَءَاتَيْنَـٰهُ أَجْرَهُۥ فِى ٱلدُّنْيَا ۖ وَإِنَّهُۥ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ لَمِنَ ٱلصَّـٰلِحِينَ ﴿٢٧﴾

او ابراهيم ته مو اسحاق او دهغه زوی يعقوب ورکړل، او په اولاد کې مو يې نبوت او دالله له لوري نازل شوي کتابونه ور په برخه کړل، او په دنيا کې مو پر حق دصبر کولو ثواب ورکړ چې اولاد مو يې نېک کړ او ستاينه مو ور په برخه کړه، او په آخرت کې به هغه ته دنېکانو بدله ورکول کيږي، او په دنيا کې چې څه ورکړل شوي د هغو له امله به په آخرت کې هغه څه ترې کم نه کړل شي چې کومه ښه بدله په آخرت کې ورته چمتو کړل شوې ده

وَلُوطًا إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِۦٓ إِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ ٱلْفَـٰحِشَةَ مَا سَبَقَكُم بِهَا مِنْ أَحَدٍۢ مِّنَ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٢٨﴾

ای رسوله! در په ياد کړه لوط چې کله يې خپل قوم ته وويل: تاسو داسې يوه ناوړه ګناه کوئ چې له تاسو مخکې په مخلوقاتو کې هيچا نه وه ترسره کړې؛ نو تاسو لومړني هغه څوک ياست چې دغه ګناه مو رامنځته کړې ده چې روغ فطرت ترې نفرت کوي

أَئِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ ٱلرِّجَالَ وَتَقْطَعُونَ ٱلسَّبِيلَ وَتَأْتُونَ فِى نَادِيكُمُ ٱلْمُنكَرَ ۖ فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِۦٓ إِلَّآ أَن قَالُوا۟ ٱئْتِنَا بِعَذَابِ ٱللَّهِ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّـٰدِقِينَ ﴿٢٩﴾

آيا تاسو نارينه وو ته دهغوی دشا لخوا دشهوت پر ځای کولو لپاره ورتګ کوئ او دمسافرولا ر شکوئ؛ نو هغوی پر تاسو دناروا کړنې دوېرې له امله نه شي تېرېدلای، او په خپلو ناستو کې ناوړه کړنې کوئ لکه ځان لوڅول او په وينا او فعل دهغه چا آزارول چې پر تاسو تېريږي؟ نو دقوم ځواب يې هغه لره دهغه لخوا د نارواو څخه دمنع کولو وروسته يوازې دا وچې ويل يې: دالله هغه عذاب پر موږ راوله چې ته مو پرې ډاروې که ته په هغه څه کې رېښتينی وې چې دعوی يې کوې. مخ ۴ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

قَالَ رَبِّ ٱنصُرْنِى عَلَى ٱلْقَوْمِ ٱلْمُفْسِدِينَ ﴿٣٠﴾

لوط عليه السلام دخپل پالونکي په رابللو سره دخپل قوم دضد او دسپکاوي په توګه دهغوی له لوري دخپلو ځانو پر خلاف دعذاب غوښتنې وروسته وويل: ای زما پالونکيه! په ځمکه کې دورانکاري قوم پرخلاف زما مرسته وکړه چې هغوی کوم کفر او ناوړه ګناهونه خپروي

وَلَمَّا جَآءَتْ رُسُلُنَآ إِبْرَٰهِيمَ بِٱلْبُشْرَىٰ قَالُوٓا۟ إِنَّا مُهْلِكُوٓا۟ أَهْلِ هَـٰذِهِ ٱلْقَرْيَةِ ۖ إِنَّ أَهْلَهَا كَانُوا۟ ظَـٰلِمِينَ ﴿٣١﴾

کله چې موږ هغه پرېښتې ابراهيم ته داسحاق او له هغه وروسته دهغه دزوی يعقوب دزيري ورکولو لپاره ورولېږلې هغوی ورته ويلې: موږ دسدم نومي کلي دخلکو چې دلوط دقوم کلی دی تباه کوونکې يو، ځکه دهغه اوسېدونکي ظالمان وو چې ناوړه کارونه يې کول

قَالَ إِنَّ فِيهَا لُوطًۭا ۚ قَالُوا۟ نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَن فِيهَا ۖ لَنُنَجِّيَنَّهُۥ وَأَهْلَهُۥٓ إِلَّا ٱمْرَأَتَهُۥ كَانَتْ مِنَ ٱلْغَـٰبِرِينَ ﴿٣٢﴾

ابراهيم عليه السلام پرېښتو ته وويل: په دغه کلي کې چې تاسو يې دخلکو دتباهۍ هوډ لرئ لوط هم دی او هغه له ظالمانو څخه نه دی، پرېښتو وويل: موږ ښه پوه يو چې څوک پکې دي، هرومرو به هغه او کورنۍ يې له هغې تباهۍ وژغورو چې دکلي پر خلکو راتلونکې ده خو پرته له مېرمنې يې چې هغه به له تباه کېدونکو پاتې کېدونکو څخه وي او ژر ده چې هغه به دکلي له خلکو سره يوځای تباه کړو

وَلَمَّآ أَن جَآءَتْ رُسُلُنَا لُوطًۭا سِىٓءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًۭا وَقَالُوا۟ لَا تَخَفْ وَلَا تَحْزَنْ ۖ إِنَّا مُنَجُّوكَ وَأَهْلَكَ إِلَّا ٱمْرَأَتَكَ كَانَتْ مِنَ ٱلْغَـٰبِرِينَ ﴿٣٣﴾

کله چې هغه پرېښتې چې دلوط دقوم تباهۍ ته مو لېږلې وې لوط ته ورغلې هغه زړه تنکی شو او دخپل قوم دناوړه کار څخه دوېرې له امله دهغوی راتګ خپه کړلو، هغه پرېښتې دسړيو په څېرو کې ورغلې او دهغه قوم له ښځو پرته نارينه وو ته دشهوت پوره کولو لپاره ورتلل او پرېښتو هغه ته وويل: ته مه خپه کېږه هيڅکله به دې قوم زيان درته ونه شي رسولای او مه پر هغه څه غمجن کېږه چې موږ دهغوی پر تباهۍ خبر کړې، بېشکه موږ له تباهۍ څخه ستا او ستا دکورنۍ ژغورونکي يو، پرته ستا له مېرمنې چې هغه به په تباه کېدونکو پاتې کېدونکو کې وي او ژر ده چې له هغوی سره يوځای به يې تباه کړو

إِنَّا مُنزِلُونَ عَلَىٰٓ أَهْلِ هَـٰذِهِ ٱلْقَرْيَةِ رِجْزًۭا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ بِمَا كَانُوا۟ يَفْسُقُونَ ﴿٣٤﴾

بېشکه موږ ددغه کلي پر خلکو چې ډېر بد کارونه کوي له آسمانه ديو داسې عذاب را نازلوونکي يو چې هغه نښانه شوې ډبرې دي دا دهغوی لپاره يو عذاب دی چې دالله له پيروۍ څخه دډېر ناوړه کار په ترسره کولو وتلي وو، چې هغه له ښځو پرته نارينه وو ته دشهوت لپاره ورتګ دی

وَلَقَد تَّرَكْنَا مِنْهَآ ءَايَةًۢ بَيِّنَةًۭ لِّقَوْمٍۢ يَعْقِلُونَ ﴿٣٥﴾

او پرته له شکه موږ ددغه کلي څخه چې تباه مو کړ يوه څرګنده نښانه دهغو خلکو لپاره پرېښې ده چې له عقله کار اخلي، ځکه همدوی دي چې له آيتونو پند اخلي

وَإِلَىٰ مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًۭا فَقَالَ يَـٰقَوْمِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ وَٱرْجُوا۟ ٱلْيَوْمَ ٱلْـَٔاخِرَ وَلَا تَعْثَوْا۟ فِى ٱلْأَرْضِ مُفْسِدِينَ ﴿٣٦﴾

او دمدين سيمې ته مو دهغوی نسبي ورور شعيب عليه السلام ورولېږلو؛ نو هغه وويل: ای زما قومه! يوازې دیو الله عبادت وکړئ او دهغه په خانګړی عبادت مو د آخرت په ورځ دبدلې هيله ولرئ او په ځمکه کې دګناهونو په کولو او دهغو په خپرولو فساد مه کوئ

فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَتْهُمُ ٱلرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُوا۟ فِى دَارِهِمْ جَـٰثِمِينَ ﴿٣٧﴾

قوم يې هغه درواغجن وګڼلو؛ نو سخته زلزله ورته ورسېدله، چې په خپلو کورونو کې پړمخې پراته وګرځېدل، مخونه يې له خاورو سره ولګېدل او هيڅ خوځښت يې نه لرلو. مخ ۵ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَعَادًۭا وَثَمُودَا۟ وَقَد تَّبَيَّنَ لَكُم مِّن مَّسَـٰكِنِهِمْ ۖ وَزَيَّنَ لَهُمُ ٱلشَّيْطَـٰنُ أَعْمَـٰلَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ ٱلسَّبِيلِ وَكَانُوا۟ مُسْتَبْصِرِينَ ﴿٣٨﴾

مستبصرين او موږ همدارنګه عاديان دهود قوم، ثموديان دصالح قوم تباه کړل، او ای دمکې خلکو تاسو ته دهغوی له ځايونو په ونو، ډبرو او هغه څه چې دهغوی تباهۍ ته مولا رښوونه کوي سره په حضرموت (سيمه) کې څرګنده شوه، چې ځايونه يې خالي دي او پر دغه شاهدي ورکوي. او شيطان هغوی لره هغه کفر او نور ګناهونو کول ښايسته کړل؛ نو له نېغې لا رې يې وګرځول او هغوی دحق او باطل، لا رښوونې او سرکښۍ ليدونکي وو چې رسولانو يې ورښوولي وو، خو دلارښوونې دپيروۍ پر ځای يې دنفسي غوښتنو پيروۍ ته لومړيتوب ورکړ

وَقَـٰرُونَ وَفِرْعَوْنَ وَهَـٰمَـٰنَ ۖ وَلَقَدْ جَآءَهُم مُّوسَىٰ بِٱلْبَيِّنَـٰتِ فَٱسْتَكْبَرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ وَمَا كَانُوا۟ سَـٰبِقِينَ ﴿٣٩﴾

قارون مو په خپل کور کې يې په ځمکه کې په ډوبولو تباه کړ کله يې چې پر موسی تېری وکړ، او فرعون او دهغه وزير هامان مو په درياب کې په ډوبولو تباه کړل،او بېشکه موسی هغوی ته له داسې څرګندو نښانو سره راغی چې دهغه پر رېښتينولۍ يې دلالت کولو، خو هغوی دمصر په ځمکه کې پر موسی له ايمان راوړلو څخه لويي وکړه؛ نو هغوی زموږ له عذابه خوندي نه شول چې له موږ دې پاتې شي

فَكُلًّا أَخَذْنَا بِذَنۢبِهِۦ ۖ فَمِنْهُم مَّنْ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِ حَاصِبًۭا وَمِنْهُم مَّنْ أَخَذَتْهُ ٱلصَّيْحَةُ وَمِنْهُم مَّنْ خَسَفْنَا بِهِ ٱلْأَرْضَ وَمِنْهُم مَّنْ أَغْرَقْنَا ۚ وَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَـٰكِن كَانُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿٤٠﴾

له مخکې ياد شويو څخه مو هر يو په خپل تباه کوونکي عذاب ونيوی، پرځينو مو لکه دلوط قوم پرله پسې سختې ډبرې را ولېږلې، ځينې مو لکه دصالح او شعيب قومونه په سخته چېغه ونيول، ځينې مو لکه قارون له خپله کوره سره يې په ځمکه کې ډوب کړل او ځينو مو لکه دنوح قوم، فرعون او هامان په ډوبولو تباه کړل، او الله پرته له کومې ګناه په تباه کولو پر هغوی ظلم نه دی کړی، بلکې هغوی پر خپلو ځانونو دګناهونو په ترسره کولو سره ظلم کړی چې دعذاب وړ وګرځېدل

مَثَلُ ٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِ ٱللَّهِ أَوْلِيَآءَ كَمَثَلِ ٱلْعَنكَبُوتِ ٱتَّخَذَتْ بَيْتًۭا ۖ وَإِنَّ أَوْهَنَ ٱلْبُيُوتِ لَبَيْتُ ٱلْعَنكَبُوتِ ۖ لَوْ كَانُوا۟ يَعْلَمُونَ ﴿٤١﴾

كانوا يعلمون دهغو مشرکانو بېلګه چې له الله پرته نور بتان يې نيولي او په دې هيله يې عبادت کوي چې هغوی ته به ګټه ورسوي او يا به يې سپارښتنه وکړي داسې ده لکه دغڼې (تارکشې) چې داسې يو کور يې نيولی وي چې پر ځان له تيري څخه يې خوندي کړي او پرته له شکه چې تر ټولو کمزوری کور دغڼې (تارکشې) کور وي، چې هغه له ځانه ددښمن مخه نه شي نيولی، همدارنګه بتان چې دي نه ګټه رسولای شي، نه زيان او نه سپارښت کولای شي، که چېرې مشرکان پر دې پوهېدلای؛ نو له الله پرته بتان به يې نه وای نيولي چې عبادت یې کوي

إِنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِۦ مِن شَىْءٍۢ ۚ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ ﴿٤٢﴾

بېشکه الله پاک پوهيږي پر هغه څه چې هغوی يې له الله پرته عبادت کوي، له هغه هيڅ هم پټ نه دي، هغه داسې برلاسی دی چې څوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په پيدايښت، تقدير او تدبير کې يې دحکمت څښتن دی

وَتِلْكَ ٱلْأَمْثَـٰلُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ ۖ وَمَا يَعْقِلُهَآ إِلَّا ٱلْعَـٰلِمُونَ ﴿٤٣﴾

دغه بېلګې چې موږ يې خلکو ته بيانوو ددې لپاره دي چې هغوی بيداره کړي او حق ور وښيي اولا رښوونه ورته وکړي او په مطلوب ډول يې يوازې دالله پر شريعت او حکم پوه خلک درک کولای شي. مخ ۶ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

خَلَقَ ٱللَّهُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ بِٱلْحَقِّ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةًۭ لِّلْمُؤْمِنِينَ ﴿٤٤﴾

الله پاک آسمانونه او ځمکه په حقه پيداکړي دي او په باطل يې نه دي پيداکړي اونه يې بې ګټې پيداکړي دي، بېشکه په دغه پيداکولو کې دمؤمنانو لپاره دالله پر قدرت څرګند دلالت دی، ځکه همغوی دالله پر پيداکولو له خالق څخه استدلال کوي، خو کافران دنړۍ پر بېلابېلو لوريو او نفسونو تېريږي پرته له دې چې دخالق لويي او دهغه پاک قدرت ته يې دې متوجه کړي

ٱتْلُ مَآ أُوحِىَ إِلَيْكَ مِنَ ٱلْكِتَـٰبِ وَأَقِمِ ٱلصَّلَوٰةَ ۖ إِنَّ ٱلصَّلَوٰةَ تَنْهَىٰ عَنِ ٱلْفَحْشَآءِ وَٱلْمُنكَرِ ۗ وَلَذِكْرُ ٱللَّهِ أَكْبَرُ ۗ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ ﴿٤٥﴾

يعلم ما تص نعون ای رسوله! پر خلکو لوله هغه څه چې الله تاته له قرآنه وحي کړي دي، او بشپړه لمونځ کوه[هغه لمونځ چې الله ویلی اورسول کړی] بېشکه له ټولو صفاتو سره اداکړل شوی لمونځ سړی په ګناهونو او ناوړه کارونو کې له اخته کېدو راګرځوي، ځکه په زړونو کې يو داسې رڼا پيداکوي چې هغه ګناهونو ته له نېږدېوالي منع کوي او ښو کړنو ته لا رښوونه کوي او دالله ياد ترټولو لوی او ترهرڅه ستر دی، او الله پر هغه څه ښه پوهيږي چې تاسو يې کوئ، له هغه څخه ستاسو له کړنو هيڅ هم پټ نه دي او تاسو ته به پر اعمالو مو جزا درکړي، که چېرې موعمل ښه و؛ نو ښه جزا به درکړي او که بد عمل مو و؛ نو بده بدله به درکړي

۞ وَلَا تُجَـٰدِلُوٓا۟ أَهْلَ ٱلْكِتَـٰبِ إِلَّا بِٱلَّتِى هِىَ أَحْسَنُ إِلَّا ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مِنْهُمْ ۖ وَقُولُوٓا۟ ءَامَنَّا بِٱلَّذِىٓ أُنزِلَ إِلَيْنَا وَأُنزِلَ إِلَيْكُمْ وَإِلَـٰهُنَا وَإِلَـٰهُكُمْ وَٰحِدٌۭ وَنَحْنُ لَهُۥ مُسْلِمُونَ ﴿٤٦﴾

إليكم وإلهنا وإلهكم وحد ونحن له مسلمون ای مومنانو! تاسو دیهودو او نصاراوو سره خبرې او شخړې مه کوئ مګر په ښه اسلوب او ښایسته طریقې سره چې په وعظ او ښکاره دلائلو سره رابلل دي، پرته له هغو کسانو چې په ضد او لویي سره یې ظلم کړی، او ستاسو په وړاندې یې دجنګ اعلان کړی، نو دوی سره تر هغې جنګ وکړئ تر څو چې مسلمانان شي او یا هم په لا س جزیه (باج) ورکړي په داسې حال کې چې خوار او ذلیل وي، او یهودو او نصاراوو ته ووایئ: مونږ په هغه څه باور لرو چې مونږ ته الله تعالی کوم قرآن نازل کړی، او په هغه څه هم باور لرو کوم توارت او انجیل چې تاسو ته نازل شوی، او زمونږ او ستاسو معبود یو دی چې نه په الوهیت کې او نه په ربوبیت او کمال کې شریک لري، او مونږ یوازې همده ته غاړه ایښودونکي او ذلیل یو

وَكَذَٰلِكَ أَنزَلْنَآ إِلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبَ ۚ فَٱلَّذِينَ ءَاتَيْنَـٰهُمُ ٱلْكِتَـٰبَ يُؤْمِنُونَ بِهِۦ ۖ وَمِنْ هَـٰٓؤُلَآءِ مَن يُؤْمِنُ بِهِۦ ۚ وَمَا يَجْحَدُ بِـَٔايَـٰتِنَآ إِلَّا ٱلْكَـٰفِرُونَ ﴿٤٧﴾

او لکه څرنګه چې مونږ تا څخه مخکې کتابونه نازل کړي دي همدا راز مو پر تا هم قرآن نازل کړی، نو ځینې له دوی څخه هغه کسان دي چې تورات لولي -لکه عبد الله بن سلام- او په دې هم ایمان لري؛ ځکه چې په خپلو کتابونو کې دده ستاینه مومي، او له دغه مشرکینو څخه ځینې دي چې ایمان پرې راوړي، او پرته له هغو کافرانو چې عادت یې کفر او انکار دحق وي سره دڅرګندوالي دهغه بل څوک پرې نه کافر کېږي

وَمَا كُنتَ تَتْلُوا۟ مِن قَبْلِهِۦ مِن كِتَـٰبٍۢ وَلَا تَخُطُّهُۥ بِيَمِينِكَ ۖ إِذًۭا لَّٱرْتَابَ ٱلْمُبْطِلُونَ ﴿٤٨﴾

او ای پېغمبره! له دې مخکې نه تا کوم کتاب لوستلو، او نه دې په ښي لا س څه لیکل؛ ځکه چې ته نالوستی وې، لوست او لیک دې نه کولو، او که چېرې تا لوست او لیک کولی نو هرومرو به نا پوهه خلک ستا دنبوت په اړه په شک کې پرېوتي وی، او دلیل به یې نیولی چې تا دپخوانیو کتابونو څخه لیکل کول

بَلْ هُوَ ءَايَـٰتٌۢ بَيِّنَـٰتٌۭ فِى صُدُورِ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْعِلْمَ ۚ وَمَا يَجْحَدُ بِـَٔايَـٰتِنَآ إِلَّا ٱلظَّـٰلِمُونَ ﴿٤٩﴾

بلکې دا پر تا نازل شوی قرآن څرګند آیاتونه دي دهغو مؤمنو خلکو په زړونو کې چې علم ورکړل شوی دی، او نه منکرېږي زمونږ له آیاتونوڅخه پرته له هغو ظالمانو چې په کفر او شرک سره یې پر ځان ظلم کړی. مخ ۷ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَقَالُوا۟ لَوْلَآ أُنزِلَ عَلَيْهِ ءَايَـٰتٌۭ مِّن رَّبِّهِۦ ۖ قُلْ إِنَّمَا ٱلْـَٔايَـٰتُ عِندَ ٱللَّهِ وَإِنَّمَآ أَنَا۠ نَذِيرٌۭ مُّبِينٌ ﴿٥٠﴾

او مشرکانو وویل: ولې پر محمد دخپل رب لخوا داسې آیاتونه ندي نازل شوي لکه څرنګه چې له ده څخه په مخکنو پېغمبرانو نازل شوي وې، ووایه -ای پېغمبره- دغو وړاندیز کوونکو ته: آیاتونه خو دالله په لا س کې دي، نازلوي يې څرنګه یې چې خوښه شي، او دنازلولو واک یې زه نلرم، زه خو یوازې ستاسو وېرونکی یم دالله تعالی له عذاب څخه، ښکاره وېرونکی

أَوَلَمْ يَكْفِهِمْ أَنَّآ أَنزَلْنَا عَلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبَ يُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَرَحْمَةًۭ وَذِكْرَىٰ لِقَوْمٍۢ يُؤْمِنُونَ ﴿٥١﴾

آیا دغو دآیاتونو وړاندېزونکو ته بس نه دي چې مونږ پر تا -ای پېغمبره- قرآن نازل کړی چې پر دوی لوستل کېږي، بېشکه په دغه نازل شوي قرآن کې هغه قوم لپاره رحمت او پند دی چې ایمان راوړي، پس همغوی ترې ګټه پورته کوي، ځکه هغه څه چې پر دوی نازل شوي ډېر ښه دي له هغه چې دوی وړاندیزول په شان دهغه چې پخوا پر پېغمبرانو نازل شوي

قُلْ كَفَىٰ بِٱللَّهِ بَيْنِى وَبَيْنَكُمْ شَهِيدًۭا ۖ يَعْلَمُ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۗ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِٱلْبَـٰطِلِ وَكَفَرُوا۟ بِٱللَّهِ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْخَـٰسِرُونَ ﴿٥٢﴾

ووایه -ای پېغمبره- کافي دی الله تعالی په شاهدي ورکولو زما په ریښتنولۍ دهغه څه په اړه چې ما راوړی، او ستاسو په دروغجن ګڼلو، پوهېږي په هغه څه چې آسمانو او ځمکه کې دي، هېڅ ترې نه پټېږي په دې دواړو کې، او هغه کسان چې پر باطل باور لري چې دالله پرته دنورو عبادت کوي، او په الله کفر کوي چې دعبادت وړ دی، همدوی تاوانیان دي؛ ځکه چې کفر یې پر ایمان تبدیل کړی دی. م

وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِٱلْعَذَابِ ۚ وَلَوْلَآ أَجَلٌۭ مُّسَمًّۭى لَّجَآءَهُمُ ٱلْعَذَابُ وَلَيَأْتِيَنَّهُم بَغْتَةًۭ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿٥٣﴾

ای پېغمبره! مشرکان پر تا دهغه عذاب بیړه کوي چې تا ترې ویرولي، او که چېرې الله تعالی عذاب لپاره وخت نه وی ټاکلی چې نه وروسته کېږي او نه مخکې کېږي نو خامخا به ورته هغه عذاب راغلی وو کوم یې چې غوښتی، او خامخا به دوی ته ناڅاپه راشي په داسې حال کې چې دوی یې هیله نه لري

يَسْتَعْجِلُونَكَ بِٱلْعَذَابِ وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌۢ بِٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿٥٤﴾

بیړه کوي دوی پر تا دهغه عذاب چې تا ورسره ژمنه کړې، او بېشکه هغه جهنم چې الله تعالی یې کافرانو سره ژمنه کړې له دوی را چاپېرېدونکی دی، ددې له عذاب څخه نشي تښتېدلی

يَوْمَ يَغْشَىٰهُمُ ٱلْعَذَابُ مِن فَوْقِهِمْ وَمِن تَحْتِ أَرْجُلِهِمْ وَيَقُولُ ذُوقُوا۟ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿٥٥﴾

هغه ورځ چې پر دوی له پاسه عذاب راخپور شي، او ددوی دپښولاندې فرش وګرځي، او الله تعالی دزورنې په توګه ورته ووایي: دهغه شرک او ګناهونو خوند وڅکې چې تاسو کول

يَـٰعِبَادِىَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِنَّ أَرْضِى وَٰسِعَةٌۭ فَإِيَّـٰىَ فَٱعْبُدُونِ ﴿٥٦﴾

ای زما هغو بندګانو چې پر ما یې ایمان راوړی، دهغې ځمکې څخه هجرت وکړئ چې تاسو پکې زما دعبادت وس نلرئ، بېشکه زما ځمکه پراخه ده، یوازې زما عبادت وکړئ، او ما سره هېڅوک شریک مه نیسئ

كُلُّ نَفْسٍۢ ذَآئِقَةُ ٱلْمَوْتِ ۖ ثُمَّ إِلَيْنَا تُرْجَعُونَ ﴿٥٧﴾

او دمرګ څخه وېره دې تاسو له هجرت څخه نه منع کوي، هر ساکښ دمرګ څکونکی دی، بیا یوازې مونږ ته دقیامت په ورځ حساب او بدلې ورکولو لپاره راګرځئ. مخ ۸ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ لَنُبَوِّئَنَّهُم مِّنَ ٱلْجَنَّةِ غُرَفًۭا تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ خَـٰلِدِينَ فِيهَا ۚ نِعْمَ أَجْرُ ٱلْعَـٰمِلِينَ ﴿٥٨﴾

او هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی او داسې نېکې کړنې يې ترسره کړې دي چې هغه ته يې نېږدې کوي، هرومرو به يې په جنت کې په داسې لوړو کورونو کې استوګن کړو چې لا ندې ترې ويالې بهيږي تل ترتله به پکې وي، هلته به فنا نه پرې راځي، دالله دپيروي کوونکو لپاره دغه غوره بدله ده

ٱلَّذِينَ صَبَرُوا۟ وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ ﴿٥٩﴾

غوره بدله دالله پر تابعدارۍ عمل کوونکو لره ده هغه چې دالله تعالی په تابعدارۍ او دهغه له نافرمانۍ کولو څخه یې صبر کړی وي، او یوازې پر خپل رب بروسه کوي په خپلو ټولو کارونو کې

وَكَأَيِّن مِّن دَآبَّةٍۢ لَّا تَحْمِلُ رِزْقَهَا ٱللَّهُ يَرْزُقُهَا وَإِيَّاكُمْ ۚ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ ﴿٦٠﴾

ټول خوځېدونکي -سره له زیاتوالي- چې روزي نشي راټولولی او نه یې په شا بارولی شي، الله دوی ته هم روزي ورکوي او تاسو ته هم، نو تاسو دلوږې له وېرې د هجرت په پرېښودلو هېڅ عذر نلرئ، او هغه ستاسو دویناوو اورېدونکی دی، ستاسو په کړنو او نیتونو پوهه دی، هېڅ ترې پټ ندي، او زر دی چې بدله به درکړي

وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَسَخَّرَ ٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ لَيَقُولُنَّ ٱللَّهُ ۖ فَأَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ ﴿٦١﴾

ای پېغمبره! که چېرې له دې مشرکانو پوښتنه وکړې: آسمانونه چا پېدا کړي؟ ځمکه چا پېدا کړې؟ لمر او سپوږمئ چا په کار اچولي چې یو بل پسې راځي؟ خامخا به ووایي: الله پېدا کړي، نو څرنګه یوازې پر الله دایمان راوړلو اړول کېږي، او له هغه پرته دنورو معبودانو عبادت کوي چې ګټه او زیان نشي رسولی

ٱللَّهُ يَبْسُطُ ٱلرِّزْقَ لِمَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦ وَيَقْدِرُ لَهُۥٓ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌۭ ﴿٦٢﴾

الله تعالی روزي پراخوي خپلو بندګانو ته چې خوښه یې شي، او تنګوي یې چا ته یې چې خوښه شي، دحکمت له کبله چې خپله پرې پوه دی، بېشکه الله په هر څه پوه دی، هېڅ هم ترې پټ ندي، نو کوم تدبیر یې چې بندګانو ته مناسب وي هغه ترې پټ نه دی

وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّن نَّزَّلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءًۭ فَأَحْيَا بِهِ ٱلْأَرْضَ مِنۢ بَعْدِ مَوْتِهَا لَيَقُولُنَّ ٱللَّهُ ۚ قُلِ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ ﴿٦٣﴾

لا يعقلون او که ته پوښتنه وکړې -ای پېغمبره- له مشرکانو څخه: چا له آسمانه اوبه راورولې چې ځمکه یې پرې زرغونه کړه پس له دې چې وچه وه؟ خامخا به ووایي: الله دی چې له آسمانه یې باران راورولی او ځمکه یې پرې زرغونه کړې، ته ورته ووایه -ای پېغمبره-: ثنا ده هغه ذات لره چې تاسو ته یې دلیل ښکاره کړی، بلکه پایله داده چې زیاتره یې عقل نه کاروي؛ ځکه که چېرې یې عقل کارولی نو دالله سره به یې بتان نه شریکول چې نه ګټه رسولی شي او نه زیان

وَمَا هَـٰذِهِ ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَآ إِلَّا لَهْوٌۭ وَلَعِبٌۭ ۚ وَإِنَّ ٱلدَّارَ ٱلْـَٔاخِرَةَ لَهِىَ ٱلْحَيَوَانُ ۚ لَوْ كَانُوا۟ يَعْلَمُونَ ﴿٦٤﴾

او نه دی ژوند ددنیا -سره له دومره شهوتونو او خوندونو- مګر ساعت تېري ده دهغې پورې تړل شوو زړونو لپاره او لوبې دي، نه پاتې کېږي دا چې په بیړه ختم شي، او بېشکه دآخرت کور خامخا هماغه دپاتې کېدو ریښتنی ژوند دی، که چېرې پوهېدلای نو هغه څه به یې نه وړاندې کول چې فنا کېږي په هغه څه چې پاتې کېږي

فَإِذَا رَكِبُوا۟ فِى ٱلْفُلْكِ دَعَوُا۟ ٱللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ فَلَمَّا نَجَّىٰهُمْ إِلَى ٱلْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ ﴿٦٥﴾

او کله چې مشرکان په بېړیو کې په سمندر کې سپاره شي یوازې الله ته په دعا کې اخلاص کوي چې دډوبېدو یې وژغوري، خو کله یې چې له ډوبېدو وژغوري بېرته مشرکان شي او نور معبودان ورسره رابلي. مخ ۹ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

لِيَكْفُرُوا۟ بِمَآ ءَاتَيْنَـٰهُمْ وَلِيَتَمَتَّعُوا۟ ۖ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ ﴿٦٦﴾

بېرته مشرکان وګرځېدل څو نا شکري وکړي دهغو نعمتونو چې مونږ ورکړي دي، او څو خوند واخلي ددنیا دژوند له هغه ښایست څخه چې مونږ ورکړی، زر دی چې کله مړه شي په خپل بد انجام به پوهه شي

أَوَلَمْ يَرَوْا۟ أَنَّا جَعَلْنَا حَرَمًا ءَامِنًۭا وَيُتَخَطَّفُ ٱلنَّاسُ مِنْ حَوْلِهِمْ ۚ أَفَبِٱلْبَـٰطِلِ يُؤْمِنُونَ وَبِنِعْمَةِ ٱللَّهِ يَكْفُرُونَ ﴿٦٧﴾

آیا دا دالله له نعمتونو څخه منکر شوي بل نعمت نه ویني چې کله مونږ دوی له ډوبېدو څخه وژغول، هغه دا چې دوی ته مونږ حرم دامن ځای ګرځولی چې ددوی وینې او شتمنۍ پکې خوندي دي، په داسې حال کې چې په نورو باندې حملې کېږي، وژل کېږي، بندیانېږي، میرمنې او بچي یې مینځې او مریان کېږي، او شتمنۍ يې لوټېږي، آیا په باطلو خدایانو باور لري، او دالله نعمت چې پر دوی دی کفر کوي، او دالله شکر پرې نه وباسي؟!

وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ ٱفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِٱلْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُۥٓ ۚ أَلَيْسَ فِى جَهَنَّمَ مَثْوًۭى لِّلْكَـٰفِرِينَ ﴿٦٨﴾

هېڅوک له هغه چا زیات ظالم نه دی چې پر الله دروغ تړي او دشریک نسبت ورته کوي، او یا هغه حق دورغجن بولي چې دهغه پېغمبر ورته راوړی، شک نشته چې دوزخ دکافرانو او ددوی په څېر خلکو استوګن ځای دی

وَٱلَّذِينَ جَـٰهَدُوا۟ فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا ۚ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَمَعَ ٱلْمُحْسِنِينَ ﴿٦٩﴾

او هغه کسان چې زمونږ دخوښۍ په خاطر خپلو نفسونو سره جهاد کوي نو خامخا به هغوی ته نېغې لا رې ته درسېدو وس ورکړو، او بېشکه الله تعالی دنېکانو سره په مرسته اولا رښوونه کې مل دی. مخ ۱۰ له ۱۰ moc.hgelp

زده کړه · العنكبوت — Al-Ankaboot

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې