طسٓمٓ ﴿١﴾
ددې په شان حروفو باندې بحث دسورت بقرې په اول کې تیر شوی
کور›تفسیر›القصص (٢٨)
مکي · ٨٨ آیتونه
طسٓمٓ ﴿١﴾
ددې په شان حروفو باندې بحث دسورت بقرې په اول کې تیر شوی
تِلْكَ ءَايَـٰتُ ٱلْكِتَـٰبِ ٱلْمُبِينِ ﴿٢﴾
دغه دڅرګند قرآن آيتونه دي
نَتْلُوا۟ عَلَيْكَ مِن نَّبَإِ مُوسَىٰ وَفِرْعَوْنَ بِٱلْحَقِّ لِقَوْمٍۢ يُؤْمِنُونَ ﴿٣﴾
پر تا دموسی او فرعون له کيسې لږه برخه په داسې حق لولو چې هيڅ شک پکې نشته دهغو خلکو لپاره چې ايمان راوړي، ځکه هغوی داسې کسان دي چې له هغه څه ګټه اخلي چې پکې دي
إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِى ٱلْأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًۭا يَسْتَضْعِفُ طَآئِفَةًۭ مِّنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَآءَهُمْ وَيَسْتَحْىِۦ نِسَآءَهُمْ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ مِنَ ٱلْمُفْسِدِينَ ﴿٤﴾
بېشکه فرعون دمصر په ځمکه کې سرغړونه وکړه، په هغې کې يې واک ترلاسه کړ، دهغې خلک يې په بېلو بېلو ډلو ووېشل، له هغوی به يې يوه ډله ترلاسه لا ندې کړې وه چې هغوی بني اسرائيل وو، چې نارينه اولادونه به يې ور وژل او ښځينه به يې دخدمت لپاره ژوندۍ پرېښودلې ترڅو ښه خوار شي، بېشکه هغه په ظلم کولو، سرکښۍ او لويۍ کولو په ځمکه کې له ورانکارو څخه و
وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى ٱلَّذِينَ ٱسْتُضْعِفُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةًۭ وَنَجْعَلَهُمُ ٱلْوَٰرِثِينَ ﴿٥﴾
او موږ غواړو چې پر هغو بني اسرائيلو پېرزوينه وکړو کوم چې فرعون دمصر په ځمکه کې کمزوري کړي دي، دهغوی ددښمن په تباه کولو او له هغوی څخه د کمزورۍ په لېرې کولو سره، هغوی داسې امامان وګرځوو چې په حق کې يې پيروي کيږي او دفرعون له تباهۍ وروسته هغوی دشام دمبارکې ځمکې وارثان وګرځوو، لکه څنګه چې الله تعالی فرمايلي: او موږ هغه کمزوري کړل شوي کسان وارثان وګرځول دځمکې په ختيځو او لوېديځو برخو کې، چېرې چې مو چې برکت اچولی وو
وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِى ٱلْأَرْضِ وَنُرِىَ فِرْعَوْنَ وَهَـٰمَـٰنَ وَجُنُودَهُمَا مِنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَحْذَرُونَ ﴿٦﴾
او موږ غواړو چې هغوی ته په ځمکه کې واک ورکړو چې هغوی په ځمکه کې دواکمنۍ څښتنان وګرځوو، فرعون، دهغه لوی مرستيال هامان او په پاچايۍ کې د هغوی دواړو مرستنديه لښکرو ته هغه څه ور وښيو چې هغوی ترې وېريږي چې هغه دپاچايي له لا س نه وتل او له بني اسرائيلو څخه دنارينه پيداشوي بچي او بیا یې په لا س دهغه پاچايي پای ته رسېدل دي
وَأَوْحَيْنَآ إِلَىٰٓ أُمِّ مُوسَىٰٓ أَنْ أَرْضِعِيهِ ۖ فَإِذَا خِفْتِ عَلَيْهِ فَأَلْقِيهِ فِى ٱلْيَمِّ وَلَا تَخَافِى وَلَا تَحْزَنِىٓ ۖ إِنَّا رَآدُّوهُ إِلَيْكِ وَجَاعِلُوهُ مِنَ ٱلْمُرْسَلِينَ ﴿٧﴾
دموسی عليه السلام مور ته مو په زړه کې دا خبره ورواچوله چې هغه ته تی ورکړي تردې چې کله له فرعون او دهغه له قومه دموسی پر وژلو ووېرېدلې؛ نو په صندوق کې يې واچوه او بيا يې دنيل په سیند کې وغورځوه، له ډوبېدو او له فرعون څخه دهغه په اړه مه وېرېږه، او مه دهغه دبېلتون له امله خپه کېږه، بېشکه موږ يې تاته ژوندی راګرځوونکي يو، او دالله له هغو رسولانو يې ګرځوونکي يو چې خپل مخلوق ته يې ليږي. مخ ۱ له ۱۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر و
فَٱلْتَقَطَهُۥٓ ءَالُ فِرْعَوْنَ لِيَكُونَ لَهُمْ عَدُوًّۭا وَحَزَنًا ۗ إِنَّ فِرْعَوْنَ وَهَـٰمَـٰنَ وَجُنُودَهُمَا كَانُوا۟ خَـٰطِـِٔينَ ﴿٨﴾
هغې هغه څه ومنل چې موږ دموسی په صندوق کې اېښودلو او په درياب کې دغورځولو الهام ورته کړی و؛ نو دفرعون خلکو وموندلو او وايې خېستلو، تر څو هغه څه رامنځته شي چې الله غوښتي و، چې موسی به دفرعون دوښمن کيږي او دهغه په لا س به يې پاچايي له منځه وړي، هغوی ته غم جوړوونکی و، بېشکه فرعون د هغه وزير هامان او دهغوی دواړو مرستندويان دهغوی دکفر او سرکښۍ او په ځمکه کې دفساد له امله ګناهکار وو
وَقَالَتِ ٱمْرَأَتُ فِرْعَوْنَ قُرَّتُ عَيْنٍۢ لِّى وَلَكَ ۖ لَا تَقْتُلُوهُ عَسَىٰٓ أَن يَنفَعَنَآ أَوْ نَتَّخِذَهُۥ وَلَدًۭا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿٩﴾
کله چې فرعون دهغه دوژلو اراده وکړه مېرمنې يې ورته وويل: دغه هلک زما او ستا لپاره دخوښۍ سرچينه ده، مه يې وژنه، کېدای شي په خدمت کولو څه ګټه راورسوي او يا به يې په زوی ولۍسره زوی ونيسو، په داسې حال کې چې هغوی پر دې نه پوهېدل چې دهغوی دپاچايۍ حال به دهغه په لا س څرنګه ګرځي
وَأَصْبَحَ فُؤَادُ أُمِّ مُوسَىٰ فَـٰرِغًا ۖ إِن كَادَتْ لَتُبْدِى بِهِۦ لَوْلَآ أَن رَّبَطْنَا عَلَىٰ قَلْبِهَا لِتَكُونَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿١٠﴾
او دموسی عليه السلام دمور زړه له موسی پرته ددنيا له نورو ټولو چارو خالي شو؛ نو نه يې شوای زغملی، تر دې چې نېږدې وه چې له هغه سره دسخت تړاو له امله دا خبره ښکاره کړي چې هغه يې زوی دی، که چېرې يې موږ زړه نه وای ټينګ کړی او صبر مو نه وای ورکړی، تر څو پر خپل پالونکي له بروسه کوونکو مؤمنانو شي داسې چې پر پرېکړه يې صبر کوونکې وي
وَقَالَتْ لِأُخْتِهِۦ قُصِّيهِ ۖ فَبَصُرَتْ بِهِۦ عَن جُنُبٍۢ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿١١﴾
دموسی عليه السلام مور په نهر کې دموسی له غورځولو وروسته دهغه خور ته وويل: په هغه پسې شه چې څه پرې کيږي؛ نو هغې له لرې ورته کتل، ترڅو يې حال څرګند نه شي، خو فرعون او دهغه قوم پر دې نه پوهېدل چې هغه يې خور ده او دهغه حال معلوموي
۞ وَحَرَّمْنَا عَلَيْهِ ٱلْمَرَاضِعَ مِن قَبْلُ فَقَالَتْ هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَىٰٓ أَهْلِ بَيْتٍۢ يَكْفُلُونَهُۥ لَكُمْ وَهُمْ لَهُۥ نَـٰصِحُونَ ﴿١٢﴾
او دالله په تدبير سره موسی دنورو ښځو له شېدو خوړلو منع شو، مخکې تر دې چې هغه يې مور ته را وګرځوو، کله يې چې خور دهغوی په تی (شېدو) ورکولو حرص وليد، هغوی ته يې وويل: ايا داسې کورنۍ درته ونه ښايم چې هغه ته تی ورکړي او پاملرنه ورته وکړي او هغه لرهق به نصيحت کوونکي وي
فَرَدَدْنَـٰهُ إِلَىٰٓ أُمِّهِۦ كَىْ تَقَرَّ عَيْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ وَلِتَعْلَمَ أَنَّ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقٌّۭ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿١٣﴾
نو موسی مو يې مورته را وګرځولو، ترڅو يې له نېږدې په ليدلو سترګې يخې شي او دهغه دبېلوالي له امله خپه نشي، ترڅو پوه شي چې دهغه په راګرځولو سره دالله ژمنه داسې حق ده چې هيڅ شک پکې نشته، خو ډېری يې پر دغه ژمنه نه پوهېدل او هيڅوک نه پوهېدل چې هغه يې مور ده
وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُۥ وَٱسْتَوَىٰٓ ءَاتَيْنَـٰهُ حُكْمًۭا وَعِلْمًۭا ۚ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُحْسِنِينَ ﴿١٤﴾
کله چې هغه دسختې ځوانۍ عمر ته ورسېد او دځواک له اړخه غښتلی شو؛ نو موږ هغه ته له نبوت مخکې دبني اسرائيلو په دين کې پوهاوی او علم ورکړ، لکه څرنګه مو چې موسی ته دهغه دپيروۍ له کبله بدله ورکړې ده همدارنګه په هر وخت او هر ځای کې نېکانو ته بدله ورکوو. مخ ۲ له ۱۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَدَخَلَ ٱلْمَدِينَةَ عَلَىٰ حِينِ غَفْلَةٍۢ مِّنْ أَهْلِهَا فَوَجَدَ فِيهَا رَجُلَيْنِ يَقْتَتِلَانِ هَـٰذَا مِن شِيعَتِهِۦ وَهَـٰذَا مِنْ عَدُوِّهِۦ ۖ فَٱسْتَغَـٰثَهُ ٱلَّذِى مِن شِيعَتِهِۦ عَلَى ٱلَّذِى مِنْ عَدُوِّهِۦ فَوَكَزَهُۥ مُوسَىٰ فَقَضَىٰ عَلَيْهِ ۖ قَالَ هَـٰذَا مِنْ عَمَلِ ٱلشَّيْطَـٰنِ ۖ إِنَّهُۥ عَدُوٌّۭ مُّضِلٌّۭ مُّبِينٌۭ ﴿١٥﴾
و ل ى ى إ نه عد م ض م بين دخلکو په خپلو کورونو کې دآرام پر مهال موسی ښار ته ننوت؛ نو دوه کسان يې وموندل چې له يوبل سره جګړه کوي او يوبل سره وهي، يو دموسی عليه السلام له قوم بني اسرائيلو څخه و، بل دفرعون له قوم قبطي وچې دموسی دښمنان وو؛ نو دخپل قوم سړي يې ترې وغوښتل چې دقبطي دښمن پر خلاف دهغه مرسته وکړي؛ نو موسی قبطي په سوک وواهه، چې په همدغه سوک يې ووژلو ځکه ډېر پياوړی سوک و، موسی عليه السلام وويل: دا کار دشيطان له ښايسته کولو او دهغه له دوکه کولو څخه و، بېشکه شيطان دهغه چابې لا ری کوونکی دوښمن دی چې څوک يې پيروي وکړي، دښمني يې څرګنده ده، له ما چې څه وشول دا دهغه ددښمنۍ له امله او له دې کبله چې هغه لا رورکی کوونکی دی زما لا ر ورکي غواړي
قَالَ رَبِّ إِنِّى ظَلَمْتُ نَفْسِى فَٱغْفِرْ لِى فَغَفَرَ لَهُۥٓ ۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلْغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ ﴿١٦﴾
موسی له خپل پالونکي په دعا غوښتلو په داسې حال کې چې څه له هغه ترسره شوي واعتراف کوونکی ووويل: ای زما پالونکيه! ما پر خپل ځان ظلم کړی، ددغه قبطي په وژلو سره؛ نو ماته مې دګناه بښنه وکړه؛ نو الله دموسی لپاره خپله بښنه موږ ته بيان کړه، بېشکه هغه دی بښونکی دهغه چا چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي او پر هغوی مهربان دی
قَالَ رَبِّ بِمَآ أَنْعَمْتَ عَلَىَّ فَلَنْ أَكُونَ ظَهِيرًۭا لِّلْمُجْرِمِينَ ﴿١٧﴾
بيا خبر همداسې دموسی له هغه دعا سره پيوسته شو چې پکې ويلي يې و: ای زما پالونکيه! دهغه ځواک، حکمت او پوهې له امله چې پر ما دې پېرزويلي دي، بيا هيڅکله دمجرمانو په جرم کې زه مرستندوی نه شم. ى
فَأَصْبَحَ فِى ٱلْمَدِينَةِ خَآئِفًۭا يَتَرَقَّبُ فَإِذَا ٱلَّذِى ٱسْتَنصَرَهُۥ بِٱلْأَمْسِ يَسْتَصْرِخُهُۥ ۚ قَالَ لَهُۥ مُوسَىٰٓ إِنَّكَ لَغَوِىٌّۭ مُّبِينٌۭ ﴿١٨﴾
کله چې له موسی دقبطي وژنه ترسره شوه؛ نو سهار يې په ښار کې په وېره انتظار کولو چې څه به کيږي، هغه وچې هغه سړی چې پرون يې دقبطي دښمن پر خلاف مرسته او کمک ترې غوښتی ونن بيا ديو بل قبطي پر خلاف مرسته ترې غواړي، موسی هغه ته وويل: پرته له شکه ته يو بې لا رې او څرګندې لا ر ورکۍ څښتن يې. و
فَلَمَّآ أَنْ أَرَادَ أَن يَبْطِشَ بِٱلَّذِى هُوَ عَدُوٌّۭ لَّهُمَا قَالَ يَـٰمُوسَىٰٓ أَتُرِيدُ أَن تَقْتُلَنِى كَمَا قَتَلْتَ نَفْسًۢا بِٱلْأَمْسِ ۖ إِن تُرِيدُ إِلَّآ أَن تَكُونَ جَبَّارًۭا فِى ٱلْأَرْضِ وَمَا تُرِيدُ أَن تَكُونَ مِنَ ٱلْمُصْلِحِينَ ﴿١٩﴾
کله چې موسی عليه السلام وغوښتل چې هغه قبطي راونيسي چې دهغه او داسرائيلي دښمن و، اسرائيلي دا ګومان وکړ، چې موسی دده نيول غواړي ځکه چې ترې اورېدلي يې و(چې ويل يې ته خو څرګند بې لا رې يې)؛ نو موسی ته يې وويل: آيا غواړې ما هم ووژنې لکه څرنګه دې چې پرون يو تن ووژلو، ته يوازې غواړې په زمکه زورواکی شې چې خلک وژنې او ظلم پرې کوې، ته نه غواړې چې دشخړه کوونکو ترمنځ له روغې کوونکو څخه شې
وَجَآءَ رَجُلٌۭ مِّنْ أَقْصَا ٱلْمَدِينَةِ يَسْعَىٰ قَالَ يَـٰمُوسَىٰٓ إِنَّ ٱلْمَلَأَ يَأْتَمِرُونَ بِكَ لِيَقْتُلُوكَ فَٱخْرُجْ إِنِّى لَكَ مِنَ ٱلنَّـٰصِحِينَ ﴿٢٠﴾
کله چې خبر خپور شو، دښار له لرې سيمې يو سړی تېز په منډه راغی پر موسی له نيولو وېرېدلو ويې ويل: ای موسی! پرته له شکه دفرعون دقوم سرداران ستا دوژلو مشوره کوي؛ نو له ښاره ووځه، پرته له شکه زه ستا لپاره دخېر غوښتونکو څخه يم، پرتا وېرېږم چې هغوی به دې ونيسي او وبه دې وژني. مخ ۳ له ۱۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
فَخَرَجَ مِنْهَا خَآئِفًۭا يَتَرَقَّبُ ۖ قَالَ رَبِّ نَجِّنِى مِنَ ٱلْقَوْمِ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٢١﴾
نو موسی دهغه نصيحت کوونکي سړي خبره ومنله، له ښاره دوېرې په حالت کې ووتلو په دې انتظار چې څه به ورته پېښيږي، له خپل پالونکي څخه يې په دعا غوښتلو وويل: ای زما پالونکيه! ما له ظلم کوونکي قوم څخه وژغوره، چې ماته زيان ونه رسوي
وَلَمَّا تَوَجَّهَ تِلْقَآءَ مَدْيَنَ قَالَ عَسَىٰ رَبِّىٓ أَن يَهْدِيَنِى سَوَآءَ ٱلسَّبِيلِ ﴿٢٢﴾
کله چې هغه دمدين په لوري وخوځېدی ويې ويل: هیله ده چې پالونکی مې ماته داسې دخير لا ر وښيي، چې ترې لا ر ورکی نه شم
وَلَمَّا وَرَدَ مَآءَ مَدْيَنَ وَجَدَ عَلَيْهِ أُمَّةًۭ مِّنَ ٱلنَّاسِ يَسْقُونَ وَوَجَدَ مِن دُونِهِمُ ٱمْرَأَتَيْنِ تَذُودَانِ ۖ قَالَ مَا خَطْبُكُمَا ۖ قَالَتَا لَا نَسْقِى حَتَّىٰ يُصْدِرَ ٱلرِّعَآءُ ۖ وَأَبُونَا شَيْخٌۭ كَبِيرٌۭ ﴿٢٣﴾
ى کله چې دمدين هغو اوبو ته ورسېد چې خلک ترې خړوبیدل؛ نو يوه ډله خلک يې وموندل چې خپل څاروي خړوبوي، او له هغوی بلې خواته يې دوې ښځې وموندلې چې خپل پسونه يې له اوبو را ګرځول ترڅو خلک خپل څاروي اوبه کړي، موسی عليه السلام هغوی دواړو ته وويل: تاسو لره څه دي چې له خلکو سره يوځای خپل پسونه نه اوبوئ؟ هغوی دواړو ورته وويل: زموږ عادت دادی چې راځو خو تر هغه يې نه اوبوو چې ترڅو شپانه نه وي ګرځېدلي، ترڅو له هغوی سره ګډوډې نه شو، او زموږ پلار ډېر سپينږيری دی، پسونه نه شي اوبولی؛ نو موږ دخپلو پسونو اوبولو ته اړشوې یو
فَسَقَىٰ لَهُمَا ثُمَّ تَوَلَّىٰٓ إِلَى ٱلظِّلِّ فَقَالَ رَبِّ إِنِّى لِمَآ أَنزَلْتَ إِلَىَّ مِنْ خَيْرٍۢ فَقِيرٌۭ ﴿٢٤﴾
نو موسی هغوی دواړو ته زړه بد شو او پسونه يې ورته اوبه کړل، بيا سيورې خواته ولاړ هلته يې آرام وکړ او له خپل پالونکي يې په اشاره خپله اړتيا وغوښتله چې ويې ويل: ای زما پالونکيه! هره ښېګڼه چې پر ما راکوزه کړې زه ورته اړ يم
فَجَآءَتْهُ إِحْدَىٰهُمَا تَمْشِى عَلَى ٱسْتِحْيَآءٍۢ قَالَتْ إِنَّ أَبِى يَدْعُوكَ لِيَجْزِيَكَ أَجْرَ مَا سَقَيْتَ لَنَا ۚ فَلَمَّا جَآءَهُۥ وَقَصَّ عَلَيْهِ ٱلْقَصَصَ قَالَ لَا تَخَفْ ۖ نَجَوْتَ مِنَ ٱلْقَوْمِ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٢٥﴾
کله چې هغوی دواړه ولاړې خپل پلار يې په کيسه خبر کړ؛ نو يوه يې ورواستوله ترڅو موسی را وغواړي، هغه دحيا په حالت کې ورته راغله ويې ويل: زما پلار دې بولي، چې راشې تر څو تاته زموږ دڅارويو داوبه کولو بدله درکړي؛ نو کله چې موسی دهغوی پلار ته راغی او په خپلو کيسو يې خبر کړ، هغه دډاډ لپاره ورته وويل: مه وېرېږه له ظالم قوم څخه دفرعون او دهغه له ډلې ژغورل شوی يې، ځکه هغوی پر مدين پاچايي نه لري، نو تاته زيان نه شي در رسولی
قَالَتْ إِحْدَىٰهُمَا يَـٰٓأَبَتِ ٱسْتَـْٔجِرْهُ ۖ إِنَّ خَيْرَ مَنِ ٱسْتَـْٔجَرْتَ ٱلْقَوِىُّ ٱلْأَمِينُ ﴿٢٦﴾
يوې لور يې وويل: اې پلاره! هغه دپسونو څرولو لپاره مزدور کړه، هغه ددې وړ دی چې مزدور يې کړې، ځکه هغه ځواک او امانتداري دواړه لري، نو دځواک په مرسته به خپل مسؤوليت اداکوي او دامانت له امله به هغه څه ساتي چې باور پرې شوی وي
قَالَ إِنِّىٓ أُرِيدُ أَنْ أُنكِحَكَ إِحْدَى ٱبْنَتَىَّ هَـٰتَيْنِ عَلَىٰٓ أَن تَأْجُرَنِى ثَمَـٰنِىَ حِجَجٍۢ ۖ فَإِنْ أَتْمَمْتَ عَشْرًۭا فَمِنْ عِندِكَ ۖ وَمَآ أُرِيدُ أَنْ أَشُقَّ عَلَيْكَ ۚ سَتَجِدُنِىٓ إِن شَآءَ ٱللَّهُ مِنَ ٱلصَّـٰلِحِينَ ﴿٢٧﴾
ه دهغوی دواړو پلار موسی عليه السلام ته په وينا کولو وويل: بېشکه زه غواړم له دغو دواړو لوڼو يوه په نکاح درکړم، په دې شرط چې مهر به يې دا وي چې آته کاله به زموږ پسونه څروې که چېرې دې لس کاله موده پوره کړه دا به ستا لخوا ښېګڼه وي لا زم نه دي درباندې، ځکه تړون يوازې پر اته کلونو دی، له هغو پورته يوه ښېکڼه ده، او زه نه غواړم چې پرتا داسې څه لا زم کړم چې پر تا سختي وي، که دالله خوښه وه ما به له هغو نېکانو ومومې چې پر خپلو ژمنو وفا کوي او ژمنې نه ماتوي. مخ ۴ له ۱۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قَالَ ذَٰلِكَ بَيْنِى وَبَيْنَكَ ۖ أَيَّمَا ٱلْأَجَلَيْنِ قَضَيْتُ فَلَا عُدْوَٰنَ عَلَىَّ ۖ وَٱللَّهُ عَلَىٰ مَا نَقُولُ وَكِيلٌۭ ﴿٢٨﴾
موسی عليه السلام وويل: دا هغه څه دي چې زما او ستا ترمنځ پرې تړون وشو، پر هره يوه موده مې چې عمل درته وکړ: که په آته کلونو او که په لسو کلونو؛ نو ما به پر خپله ژمنه وفا کړې وي، له ما څخه به دزيادت غوښتنه نه کوې، الله دهغه څه ساتونکی دی چې تړون مو پرې کړی او دهغه څارونکی دی
۞ فَلَمَّا قَضَىٰ مُوسَى ٱلْأَجَلَ وَسَارَ بِأَهْلِهِۦٓ ءَانَسَ مِن جَانِبِ ٱلطُّورِ نَارًۭا قَالَ لِأَهْلِهِ ٱمْكُثُوٓا۟ إِنِّىٓ ءَانَسْتُ نَارًۭا لَّعَلِّىٓ ءَاتِيكُم مِّنْهَا بِخَبَرٍ أَوْ جَذْوَةٍۢ مِّنَ ٱلنَّارِ لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ ﴿٢٩﴾
کله چې موسی دلسو کلونو موده پوره کړه، له خپلې کورنۍ سره له مدينه دمصر په لور روان شو، دطور غره له لوري يې يو اور وليدی، خپلې کورنۍ ته يي وويل: همدلته اوسئ، ما يو اور وليدی، کېدای شي کوم خبر درته ترې راوړم يا داور کومه سکروټه چې اور پرې بل کړئ، او له يخه پرې ځانونه تاوده کړئ
فَلَمَّآ أَتَىٰهَا نُودِىَ مِن شَـٰطِئِ ٱلْوَادِ ٱلْأَيْمَنِ فِى ٱلْبُقْعَةِ ٱلْمُبَـٰرَكَةِ مِنَ ٱلشَّجَرَةِ أَن يَـٰمُوسَىٰٓ إِنِّىٓ أَنَا ٱللَّهُ رَبُّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٣٠﴾
کله چې موسی هغه اور ته راغی چې ليدلی يې و، پالونکي يې دناو له ښي لوري آواز ورته وکړ، له هغه ځايه چې الله له ونې څخه دموسی سره په خبرو کولو مبارک ګرځولی وداسې: چې اې موسی بېشکه زه الله دټولو مخلوقاتو پالونکینيم
وَأَنْ أَلْقِ عَصَاكَ ۖ فَلَمَّا رَءَاهَا تَهْتَزُّ كَأَنَّهَا جَآنٌّۭ وَلَّىٰ مُدْبِرًۭا وَلَمْ يُعَقِّبْ ۚ يَـٰمُوسَىٰٓ أَقْبِلْ وَلَا تَخَفْ ۖ إِنَّكَ مِنَ ٱلْـَٔامِنِينَ ﴿٣١﴾
او دا چې امسا دې وغورځوه، موسی هغه وغورځوله دخپل پالونکي دامر په ځای کولو لپاره، کله يې چې وليده هغه حرکت کوي او داسې خوځيږي لکه يو تېز مار چې وي شا يې کړه او له هغې څخه دوېرې له امله په تېښته شو او له تېښتې يې را ونه ګرځېدی؛ نو پالونکي آواز ورته وکړ: اې موسی راوګرځه له هغې مه وېرېږه، بېشکه ته له هغې او نوروهغو شيانو څخه په امن کې يې چې خلک ترې وېريږي
ٱسْلُكْ يَدَكَ فِى جَيْبِكَ تَخْرُجْ بَيْضَآءَ مِنْ غَيْرِ سُوٓءٍۢ وَٱضْمُمْ إِلَيْكَ جَنَاحَكَ مِنَ ٱلرَّهْبِ ۖ فَذَٰنِكَ بُرْهَـٰنَانِ مِن رَّبِّكَ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَإِي۟هِۦٓ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ قَوْمًۭا فَـٰسِقِينَ ﴿٣٢﴾
خپل لا س دې دغاړې لخوا ګریوان ته ننباسه نو پرته له پيس ناروغۍ به تک سپین را ووځي؛ نو موسی هغه ننه اېستلو چې دواورې غوندې سپين راووتلو، لا س دې ځان ته درنېږدې کړه ترڅو له وېرې په امن کې شې، موسی هغه ځانته نېږدې کړ؛ نو وېره ترې ولاړه، دغه دوه ياد شوي چې امسا اولا س وو، ستا دپالونکي لخوا فرعون او دهغه له قومه سردارانو ته دوه لېږل شوي دليلونه دي، بېشکه هغوی دکفر او ګناهونو په ترسره کولو سره دالله له پيروۍ وتلي خلک دي. قال رب إنى قتلت منهم نفسا فأخاف أن يقتلون
قَالَ رَبِّ إِنِّى قَتَلْتُ مِنْهُمْ نَفْسًۭا فَأَخَافُ أَن يَقْتُلُونِ ﴿٣٣﴾
موسی خپل پالونکي ته په توسل کولو سره وويل: بېشکه ما له هغوی يو تن وژلی؛ نو وېرېږم که زه دهغه څه درسولو لپاره هغوی ته ورشم چې پرې لېږل شوی يم هغوی به مې دهغه تن له امله ووژني
وَأَخِى هَـٰرُونُ هُوَ أَفْصَحُ مِنِّى لِسَانًۭا فَأَرْسِلْهُ مَعِىَ رِدْءًۭا يُصَدِّقُنِىٓ ۖ إِنِّىٓ أَخَافُ أَن يُكَذِّبُونِ ﴿٣٤﴾
او زما ورور هارون له ما څخه ډېر څرګند بيان کوونکی دی هغه له ما سره دمرستيال په توګه ولېږه چې زما دخبرې تصديق کوي، که چېرې فرعون او دهغه قوم درواغجن وګڼلم، بېشکه زه وېرېږم چې هغوی به مې درواغجن وګڼي لکه څنګه چې دهغو امتونو همدا عادت وچې له ما مخکې رسولان ورلېږل شوي؛ نو درواغجن يې ګڼلي دي. مخ ۵ له ۱۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قَالَ سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِأَخِيكَ وَنَجْعَلُ لَكُمَا سُلْطَـٰنًۭا فَلَا يَصِلُونَ إِلَيْكُمَا ۚ بِـَٔايَـٰتِنَآ أَنتُمَا وَمَنِ ٱتَّبَعَكُمَا ٱلْغَـٰلِبُونَ ﴿٣٥﴾
الله دموسی ددعا په قبلولو سره وويل: ای موسی ژر ده چې ستا ورور به دمرستيال رسول په توګه درسره ولېږو چې پرې قوي دې کړو، او تاسو دواړوته به يو داسې دليل او تاييد در په برخه کړو چې هغوی به تاسو ته هيڅ زيان نه شي رسولای چې تاسو يې بد ګڼئ، زموږ دهغو نښانو له امله چې تاسو مو ورسره لېږلي ياست تاسو دواړه او ستاسو مؤمن پيروان به بريالي واست
فَلَمَّا جَآءَهُم مُّوسَىٰ بِـَٔايَـٰتِنَا بَيِّنَـٰتٍۢ قَالُوا۟ مَا هَـٰذَآ إِلَّا سِحْرٌۭ مُّفْتَرًۭى وَمَا سَمِعْنَا بِهَـٰذَا فِىٓ ءَابَآئِنَا ٱلْأَوَّلِينَ ﴿٣٦﴾
کله چې موسی عليه السلام زموږ له څرګندو نښانو سره هغوی ته ورغی هغوی وويل: دا خو يوازې هغه درواغ دي چې موسی له ځانه جوړ کړي دي او موږ دغه په خپلو پخوانيو پلرونو کې نه وو اورېدلي
وَقَالَ مُوسَىٰ رَبِّىٓ أَعْلَمُ بِمَن جَآءَ بِٱلْهُدَىٰ مِنْ عِندِهِۦ وَمَن تَكُونُ لَهُۥ عَـٰقِبَةُ ٱلدَّارِ ۖ إِنَّهُۥ لَا يُفْلِحُ ٱلظَّـٰلِمُونَ ﴿٣٧﴾
موسی فرعون ته په وينا کولو وويل: زما پالونکی پر هغه چا پوهيږي چې په حقه وي دالله پاک لخوا له لا رښوونې سره راغلی وي او پر دې هم پوهيږي چې په آخرت کې به ښه پايله دچا وي، بېشکه تېری کوونکي خپلې موخې ته نه شي رسېدلای او نه له خپلې وېرې خلاصېدلای شي
وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلْمَلَأُ مَا عَلِمْتُ لَكُم مِّنْ إِلَـٰهٍ غَيْرِى فَأَوْقِدْ لِى يَـٰهَـٰمَـٰنُ عَلَى ٱلطِّينِ فَٱجْعَل لِّى صَرْحًۭا لَّعَلِّىٓ أَطَّلِعُ إِلَىٰٓ إِلَـٰهِ مُوسَىٰ وَإِنِّى لَأَظُنُّهُۥ مِنَ ٱلْكَـٰذِبِينَ ﴿٣٨﴾
ى فرعون دخپل قوم سردارانو ته په وينا کولو وويل: ای درباريانو! بېشکه زه تاسو لره له ما پرته بل معبود نه پېژنم؛ نو ای هامانه! په خټه اور بل کړه چې سخته شي او بيا لوړه ماڼۍ راته جوړه کړه په دې هيله چې زه دموسی پالونکی ووينم او پرې خبر شم، بېشکه زه خو موسی په هغه څه کې درواغجن ګڼم چې دعوی يې کوي چې هغه دالله لخوا ما او زما قوم ته را لېږل شوی دی
وَٱسْتَكْبَرَ هُوَ وَجُنُودُهُۥ فِى ٱلْأَرْضِ بِغَيْرِ ٱلْحَقِّ وَظَنُّوٓا۟ أَنَّهُمْ إِلَيْنَا لَا يُرْجَعُونَ ﴿٣٩﴾
دفرعون او دهغه دلښکرو لويي سخته شوه او پرته له کوم لا مله يې دمصر په ځمکه کې له حقه لويي وکړه او له بېرته را ژوندي کېدو يې انکاروکړه، او دا ګومان يې وکړ چې دقيامت په ورځ به موږ ته دحساب او سزا لپاره نه را ګرځي
فَأَخَذْنَـٰهُ وَجُنُودَهُۥ فَنَبَذْنَـٰهُمْ فِى ٱلْيَمِّ ۖ فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٤٠﴾
فرعون او دهغه لښکرې مو ونيولې او په درياب کې مو په ډوبولو وغورځول او ټول تباه شول؛ نو فکر وکړه ای رسوله! چې دظالمانو انجام او پايله څنګه شوه، چې انجام او پايله يې تباهي وه
وَجَعَلْنَـٰهُمْ أَئِمَّةًۭ يَدْعُونَ إِلَى ٱلنَّارِ ۖ وَيَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ لَا يُنصَرُونَ ﴿٤١﴾
او هغوی مو دسرکښانو اولا رورکو لپاره مشران وګرځول، چې داور خواته دکفر اولا ر ورکۍ په خپرولو بلنه کوي، او دقيامت په ورځ به يې له سزا څخه په ژغورلو مرسته نه کيږي، بلکې هغوی لره به سزا څو برابره ورکول کيږي ځکه چې دبدې لا رې بنسټ يې اېښی دی، او هغې ته يې په لا ر ورکۍ بلنه کړې ده، هغوی ته به يې دخپل عمل ګناه ليکل کيږي او همدارنګه دهغو کسانو دعمل ګناه چې دهغوی دپيروۍ له امله يې هغه ګناه ترسره کړې ده
وَأَتْبَعْنَـٰهُمْ فِى هَـٰذِهِ ٱلدُّنْيَا لَعْنَةًۭ ۖ وَيَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ هُم مِّنَ ٱلْمَقْبُوحِينَ ﴿٤٢﴾
او په دغې دنيا کې مو دهغوی سزا ته رسوايي او ترټل ور زيات کړل او دقيامت په ورځ به هغوی له بد ګڼل شوو او دالله له لورېينې له لرې کړل شوو څخه وي. مخ ۶ له ۱۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَـٰبَ مِنۢ بَعْدِ مَآ أَهْلَكْنَا ٱلْقُرُونَ ٱلْأُولَىٰ بَصَآئِرَ لِلنَّاسِ وَهُدًۭى وَرَحْمَةًۭ لَّعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ ﴿٤٣﴾
اوقسم دی خاماخاپه تحقیق سره موسی ته مو تورات ورکړ وروسته تردې چې پخوانيو امتونو ته مو رسولان ولېږل خو هغوی درواغجن وګڼل؛ نو هغوی مو ددرواغ ګڼلو له امله يې تباه کړل، چې په هغو کې دخلکو لپاره هغه څه وچې ويې ګوري؛ نو ګټه ترې واخلي او عمل پرې وکړي او هغه څه هم وچې هغوی ته زيان رسوي؛ نو پرې يې ږدي، او پکې دهغوی لپاره دښېګڼې خوا ته لا رښوونه وه او داسې رحمت وچې ددنيا او آخرت ښېګڼې پکې وې، کېدای شي دالله له هغو پېرزوينو پند واخلي چې پرې کړې يې دي؛ نو شکر به يې وباسي او ايمان به پرې راوړي
وَمَا كُنتَ بِجَانِبِ ٱلْغَرْبِىِّ إِذْ قَضَيْنَآ إِلَىٰ مُوسَى ٱلْأَمْرَ وَمَا كُنتَ مِنَ ٱلشَّـٰهِدِينَ ﴿٤٤﴾
ای رسوله! هغه مهال ته دلوېديځ غره په خوا کې حاضر نه وې چې موږ موسی عليه السلام ته دفرعون او دهغه دډلې خواته دلېږلو امر بشپړ کړ او نه ته له حاضرو خلکو وې چې پر دغه خبر پوه شوی وای چې بيا يې خلکو ته بيان کړې؛ نو هغوی چې پر څه خبر وې دا دالله هغه وحي ده چې تاته يې کړې ده
وَلَـٰكِنَّآ أَنشَأْنَا قُرُونًۭا فَتَطَاوَلَ عَلَيْهِمُ ٱلْعُمُرُ ۚ وَمَا كُنتَ ثَاوِيًۭا فِىٓ أَهْلِ مَدْيَنَ تَتْلُوا۟ عَلَيْهِمْ ءَايَـٰتِنَا وَلَـٰكِنَّا كُنَّا مُرْسِلِينَ ﴿٤٥﴾
خو موږ له موسی وروسته ډېر امتونه او خلک پيداکړي دي، چې اوږده زمانه پرې تېره شوې ده تردې چې دالله ژمنې يې هېرې کړې دي، او نه ته دمدين په خلکو کې هستوګن وې چې پر هغوی زموږ آيتونه لولې، بلکې موږ له خپل لوري ته لېږلی يې، تاته مو دموسی دحالت او په مدين کې داوسېدو په اړه وحي کړې ده؛ نو تا له دغه څخه خلک زموږ پر هغه وحي خبر کړل چې درته کړې مو ده
وَمَا كُنتَ بِجَانِبِ ٱلطُّورِ إِذْ نَادَيْنَا وَلَـٰكِن رَّحْمَةًۭ مِّن رَّبِّكَ لِتُنذِرَ قَوْمًۭا مَّآ أَتَىٰهُم مِّن نَّذِيرٍۢ مِّن قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ ﴿٤٦﴾
يتذك رون او ته دطور غره په څنډه کې هم نه وې کله چې موږ موسی ته آواز وکړ او هغه ته مو هغه څه وحي کړل چې ورته وحي مو کړل ترڅو پر دغه خلک خبر کړې، بلکې موږ ته دخپل پالونکي لخوا دې دخلکو لپاره درحمت په توګه ولېږلې؛ نو ددغه خبر مو درته وحي کړ ترڅو هغه قوم ووېروې چې له تا مخکې رسول نه دی ورته راغلی چې هغوی يې وېرولي وای کېدای شي هغوی پند واخلي؛ نو پر هغه څه ايمان راوړي چې ته دالله پاک لخوا ورسره راغلی يې
وَلَوْلَآ أَن تُصِيبَهُم مُّصِيبَةٌۢ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ فَيَقُولُوا۟ رَبَّنَا لَوْلَآ أَرْسَلْتَ إِلَيْنَا رَسُولًۭا فَنَتَّبِعَ ءَايَـٰتِكَ وَنَكُونَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿٤٧﴾
که چېرې داسې نه وای چې هغوی ته يې دکفر او ګناهونو له امله الهي سزا رسېدلې وای؛ نو هغوی ته درسول په نه لېږلو به يې په استدلال کولو سره ويل: ولې دې موږ ته رسول را ونه لېږلو چې موږ ستا دآيتونو پيروي کړې وای او پر هغو مو عمل کړی وای او دخپل پالونکي پر امر عمل کوونکي مؤمنان وای، که چېرې دا خبره نه وای؛ نو په سزا ورکولو کې به مو بيړه کړې وای، خو هغوی ته مو سزا ورکول وروسته کړل تر څو هغوی ته درسول په لېږلومونږدهغوی عذرته دپاې ټکی کیږدو
فَلَمَّا جَآءَهُمُ ٱلْحَقُّ مِنْ عِندِنَا قَالُوا۟ لَوْلَآ أُوتِىَ مِثْلَ مَآ أُوتِىَ مُوسَىٰٓ ۚ أَوَلَمْ يَكْفُرُوا۟ بِمَآ أُوتِىَ مُوسَىٰ مِن قَبْلُ ۖ قَالُوا۟ سِحْرَانِ تَظَـٰهَرَا وَقَالُوٓا۟ إِنَّا بِكُلٍّۢ كَـٰفِرُونَ ﴿٤٨﴾
کله چې محمد قريشو ته دخپل پالونکي لخوا له رسالت سره راغی، قريشو، يهود دهغه په اړه وپوښتل؛ نو يهودو قريشو ته دغه دليل وروښود چې ويې ويل: ولې محمد ته هغه څه نه دي ورکړل شوي لکه موسی ته چې څرګندې نښانې ورکړل شوې وې چې په دې خبره يې دلالت کولو چې هغه دخپل پالونکي له لوري رسول دی، لکه لا س او امسا، ای رسوله! پر هغوی درد په توګه ووايه آيا له دې مخکې يهودانو پر هغه څه کفر ونه کړ چې موسی ته ورکړل شوي و، اومشرکینو دتورات او قرآن باره کې وويل:چې دا دواړه کوډې دي ديوبل ملاتړ کوي او ويې ويل: موږ پر هر يو له قرآن او تورات کافران يو. مخ ۷ له ۱۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قُلْ فَأْتُوا۟ بِكِتَـٰبٍۢ مِّنْ عِندِ ٱللَّهِ هُوَ أَهْدَىٰ مِنْهُمَآ أَتَّبِعْهُ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ ﴿٤٩﴾
ای رسوله! دغو خلکو ته ووايه: راوړئ داسې کتاب چې دالله له لوري نازل شوی وي او له تورات او قرآن زيات لا رښوونکی وي، که چېرې مو راوړ زه به يې پيروي وکړم که تاسو په هغه دعوی کې رېښتيني ياست چې کوئ يې چې تورات او قرآن کوډې دي
فَإِن لَّمْ يَسْتَجِيبُوا۟ لَكَ فَٱعْلَمْ أَنَّمَا يَتَّبِعُونَ أَهْوَآءَهُمْ ۚ وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنِ ٱتَّبَعَ هَوَىٰهُ بِغَيْرِ هُدًۭى مِّنَ ٱللَّهِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٥٠﴾
که چېرې قريشو دهغه څه ځواب درنه کړ چې ورته رابللي دې دي چې داسې کتاب راوړي چې له تورات او قرآن څخه زيات لا رښوونکی وي؛ نو باور وکړه چې د هغوی لخوا دتورات او قرآن درواغ ګڼل پرته له دليله دي، بلکې هغه يوازې دنفسي غوښتنو له امله دي، او له هغه چا زيات لا رورکی بل څوک نشته چې دالله پاک له لا رښوونې پرته دخپلو هوسونو پیروي کوي، پرته له شکه الله هغه ظالم قوم ته دهدايت اولا رښوونې توفيق نه ورکوي چې پر الله يې دکفر له امله پر ځانونو ظلم کړی وي
۞ وَلَقَدْ وَصَّلْنَا لَهُمُ ٱلْقَوْلَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ ﴿٥١﴾
او پرته له شکه موږ مشرکانو او له بني اسرائيلو يهودو ته دپخوانيو امتونو خبره رسولې ده، او دهغه عذاب خبره چې پر هغوی زموږ درسولانو ددرواغجن کڼلو له امله را نازل شو، په دې هيله چې له دغه پند واخلي او ايمان راوړي ترڅو هغه څه ور ونه رسيږي کوم چې ورته ورسېدل
ٱلَّذِينَ ءَاتَيْنَـٰهُمُ ٱلْكِتَـٰبَ مِن قَبْلِهِۦ هُم بِهِۦ يُؤْمِنُونَ ﴿٥٢﴾
هغه کسان چې دقرآن له نزول مخکې يې پر تورات ايمان راوړی وو هغوی پر قرآن هم ايمان راوړي ځکه هغوی يې په خپلو کتابونو کې خبر او صفت ليدلی وو
وَإِذَا يُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا بِهِۦٓ إِنَّهُ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّنَآ إِنَّا كُنَّا مِن قَبْلِهِۦ مُسْلِمِينَ ﴿٥٣﴾
او کله چې پر هغوی لوستل کيږي وايي: موږ ايمان پرې راوړی بېشکه هغه حق دی چې هيڅ شک پکې نشته، زموږ دپالونکي لخوا نازل شوی دی، موږ له دغه قرآنه مخکې لا مسلمانان وو، ځکه پر هغه څه مو ايمان لرلو چې له هغه مخکې نورو رسولانو راوړي وو
أُو۟لَـٰٓئِكَ يُؤْتَوْنَ أَجْرَهُم مَّرَّتَيْنِ بِمَا صَبَرُوا۟ وَيَدْرَءُونَ بِٱلْحَسَنَةِ ٱلسَّيِّئَةَ وَمِمَّا رَزَقْنَـٰهُمْ يُنفِقُونَ ﴿٥٤﴾
دغه کسان چې په ياد شويو صفتونو متصف دي الله به يې دعمل بدله دوه ځلې ورکړي؛ يو دا چي پر خپل کتاب يې په ايمان راوړلو صبر کړی وو او بل دا چې پر محمد صلی الله عليه وسلم يې ايمان راوړ کله چې هغه نبي شو او دخپلو نېکو اعمالو په ښېګڼو هغه ګناهونه له منځه وړي چې ترسره کړې يې دي او څه مو چې روزي ورکړې دخير په لا رو کې يې لګوي
وَإِذَا سَمِعُوا۟ ٱللَّغْوَ أَعْرَضُوا۟ عَنْهُ وَقَالُوا۟ لَنَآ أَعْمَـٰلُنَا وَلَكُمْ أَعْمَـٰلُكُمْ سَلَـٰمٌ عَلَيْكُمْ لَا نَبْتَغِى ٱلْجَـٰهِلِينَ ﴿٥٥﴾
کله چې دغو مسلمانانو دکتاب له څښتنانو باطل خبرې واورېدې له هغې يې مخ واړوی پاملرنه يې ورته ونه کړه او دباطل څښتنانو ته يې په وينا کولو وويل: زموږ لپاره زموږ داعمالو بدله ده او ستاسو لپاره ستاسو داعمالو بدله ده، زموږ لخوا له ښکنځلو او زيان خوندي اوسئ موږ دناپوهۍ دڅښتنانو ملګرتيا نه غواړو ځکه په هغو کې ددين او دنيا ضرر او زيان دی
إِنَّكَ لَا تَهْدِى مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَـٰكِنَّ ٱللَّهَ يَهْدِى مَن يَشَآءُ ۚ وَهُوَ أَعْلَمُ بِٱلْمُهْتَدِينَ ﴿٥٦﴾
بېشکه ای رسوله! ته هغه چاته لا ر نه شې ښوولی چې ته يې خوښوې لکه ابوطالب او داسې نور، چې دايمان توفيق ورکړې، بلکې يوازې الله هغه ذات دی چې چاته وغواړي دلارښوونې توفيق ورکوي، او هغه ښه پوه دی چې په پخوانۍ پوهه کې يې دي چې څوک دنېغې لا رې لا رموندونکي دي. مخ ۸ له ۱۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَقَالُوٓا۟ إِن نَّتَّبِعِ ٱلْهُدَىٰ مَعَكَ نُتَخَطَّفْ مِنْ أَرْضِنَآ ۚ أَوَلَمْ نُمَكِّن لَّهُمْ حَرَمًا ءَامِنًۭا يُجْبَىٰٓ إِلَيْهِ ثَمَرَٰتُ كُلِّ شَىْءٍۢ رِّزْقًۭا مِّن لَّدُنَّا وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٥٧﴾
من لدنا ولكن أكثرهم لا يعلمون دمکې مشرکانو له اسلام اوايمان راوړلو څخه دعذر غوښتنې په توګه وويل: که چېرې مو ددغه اسلام پيروي وکړه چې تا راوړی دی؛ نو زموږ دښمنان به مو له خپلې ځمکې په تېزۍ وباسي، آيا دغه مشرکان مو په حرم کې نه وو ځای پرځای کړي چې په هغو کې وينه تويول او ظلم ناروا کړل شوي وو، دنورو له يرغل څخه پکې خوندي وو، زموږ له لوري هر ډول مېوې دروزۍ په توګه ورته راتلې چې موږ ورته را چلولې وې؟! خو ډېری دهغوی پر هغه نعمتونو نه پوهيږي چې الله پرې کړي وو تر څو دهغه شکر وباسي
وَكَمْ أَهْلَكْنَا مِن قَرْيَةٍۭ بَطِرَتْ مَعِيشَتَهَا ۖ فَتِلْكَ مَسَـٰكِنُهُمْ لَمْ تُسْكَن مِّنۢ بَعْدِهِمْ إِلَّا قَلِيلًۭا ۖ وَكُنَّا نَحْنُ ٱلْوَٰرِثِينَ ﴿٥٨﴾
او څومره داسې کلي دي چې دالله له نعمت يې نټه کړې او په ګناهونو او بدکارونو کې له بريده اوښتي دي، پر هغوی مو عذاب ورلېږلی او پرې تباه کړي مو دي، چې دغه ړنګ شوي يې هستوګنځي دي، خلک پرې تېريږي له اوسېدونکو وروسته يې يوازې لږ لا ررويان پکې اوسېدلي دي او موږ هغه وارثان يو چې آسمانونه او ځمکې او څه چې په هغو کې دي مونږ یې وارثان کېږو
وَمَا كَانَ رَبُّكَ مُهْلِكَ ٱلْقُرَىٰ حَتَّىٰ يَبْعَثَ فِىٓ أُمِّهَا رَسُولًۭا يَتْلُوا۟ عَلَيْهِمْ ءَايَـٰتِنَا ۚ وَمَا كُنَّا مُهْلِكِى ٱلْقُرَىٰٓ إِلَّا وَأَهْلُهَا ظَـٰلِمُونَ ﴿٥٩﴾
ظلمون ای رسوله! ستا پالونکی تر هغه دکليو تباه کوونکی نه و، تر څو يې اوسېدونکو ته په لوی کلي کې درسول په لېږلو دهغوی عذر نه وای پوره کړی لکه څنګه يې چې ته دکليو په مرکز کې ولېږلې چې هغه مکه ده، او نه موږ دکليو داوسېدونکو تباه کوونکي وو په داسې حال کې چې هغوی پر حق ولاړ وای، موږ يوازې هغه مهال هغوی تباه کوو چې که چېرې هغوی دکفر او ګناهونو په تر سره کولو ظلم کوونکي وي
وَمَآ أُوتِيتُم مِّن شَىْءٍۢ فَمَتَـٰعُ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَزِينَتُهَا ۚ وَمَا عِندَ ٱللَّهِ خَيْرٌۭ وَأَبْقَىٰٓ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿٦٠﴾
او څه چې مو پالونکي درکړي هغه څه دي چې لږ ګټه ترې اخلئ او ددنيا په ژوند کې ښکلا پرې کوئ او بيا ختميږي، او په آخرت کې چې له الله سره کوم لوی ثواب دی هغه غوره او زيات پاتې کېدونکی له هغه څه څخه چې په دنيا کې کومه توښه او دښکلا توکي دي؛ نو آيا پر دغه نه پوهېږئ چې هغه څه ته لومړيتوب ورکړی چې پاتې کېدونکی دی پر هغه څه چې له منځه تلونکی دی؟!
أَفَمَن وَعَدْنَـٰهُ وَعْدًا حَسَنًۭا فَهُوَ لَـٰقِيهِ كَمَن مَّتَّعْنَـٰهُ مَتَـٰعَ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ثُمَّ هُوَ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ مِنَ ٱلْمُحْضَرِينَ ﴿٦١﴾
او چاته مو چې په آخرت کې دجنت او هلته په تلپاتې نعمتونو ژمنه ورکړې ده، نو هغه به هرومرو ور ګرځېدونکی وي، لکه څنګه مو چې هغه چاته داسې څه ورکړل چې ددنيا په ژوند کې له مال او ښکلا څخه پرې ګټه اخلي، بيا به دقيامت په ورځ اور ته له حاضر کړل شوو څخه وي
وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ فَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَآءِىَ ٱلَّذِينَ كُنتُمْ تَزْعُمُونَ ﴿٦٢﴾
او په کومه ورځ چې يې پالونکی په دې ويلو آواز ورته وکړي: چېرې دي زما هغه شريکان چې تاسو يې له ما پرته عبادت کولو او دا ګومان مو کولو چې هغوی زما شريکان دي؟
قَالَ ٱلَّذِينَ حَقَّ عَلَيْهِمُ ٱلْقَوْلُ رَبَّنَا هَـٰٓؤُلَآءِ ٱلَّذِينَ أَغْوَيْنَآ أَغْوَيْنَـٰهُمْ كَمَا غَوَيْنَا ۖ تَبَرَّأْنَآ إِلَيْكَ ۖ مَا كَانُوٓا۟ إِيَّانَا يَعْبُدُونَ ﴿٦٣﴾
او کفر ته بلونکو کسانو چې عذاب پرې واجب شوی ووويل: اې زموږ پالونکيه! دغه کسان دي چې موږ يې لا ر ورکي کړي يو، موږ هغوی لا ر ورکي کړي دي، لکه څنګه چې موږ لا ر ورکي شوي يو، موږ له هغوی تاته بيزاري کوو چې هغوی موږ لمانځي، بلکې هغوی شيطانان لمانځي. مخ ۹ له ۱۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَقِيلَ ٱدْعُوا۟ شُرَكَآءَكُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ يَسْتَجِيبُوا۟ لَهُمْ وَرَأَوُا۟ ٱلْعَذَابَ ۚ لَوْ أَنَّهُمْ كَانُوا۟ يَهْتَدُونَ ﴿٦٤﴾
ورته وبه ويل شي: خپل شريکان مو راوبولئ ترڅو له هغه رسوايۍ مو وباسي چې پکې ياست؛ نو هغوی به يې شريکان راوبولي خو هغوی به يې آواز ته ځواب ور نه کړي، چمتو شوی عذاب به وويني؛ نو وبه غواړي چې کاشکي په دنيا کې حق ته لا ر موندونکي وای
وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ فَيَقُولُ مَاذَآ أَجَبْتُمُ ٱلْمُرْسَلِينَ ﴿٦٥﴾
په کومه ورځ چې يې پالونکی په دې ويلو آواز ورته وکړي چې زما هغو رسولانو ته مو څه ځواب ورکړ چې درلېږلي مو وو
فَعَمِيَتْ عَلَيْهِمُ ٱلْأَنۢبَآءُ يَوْمَئِذٍۢ فَهُمْ لَا يَتَسَآءَلُونَ ﴿٦٦﴾
هغه څه به ترې پټ شي چې استدلال يې پرې کولو؛ نو هيڅ به يې هم په ياد نه راځي او نه به ځينې له ځينو پوښتنه کولای شي ځکه په هغه ورځ به مصيبت ډېر سخت وي له دې امله چې هغوی به باور وکړي چې عذاب ته ورګرځېدونکي دي
فَأَمَّا مَن تَابَ وَءَامَنَ وَعَمِلَ صَـٰلِحًۭا فَعَسَىٰٓ أَن يَكُونَ مِنَ ٱلْمُفْلِحِينَ ﴿٦٧﴾
نو چا چې له دغو مشرکانو له کفره يې توبه واېستله او پر الله او دهغه پر رسولانو يې ايمان راوړ او نېک عمل يې وکړ؛ نو ښايي پر هغه څه له برياليو څخه وي چې غوښتل يې او له هغه څه خوندي وي چې ترې وېرېدل
وَرَبُّكَ يَخْلُقُ مَا يَشَآءُ وَيَخْتَارُ ۗ مَا كَانَ لَهُمُ ٱلْخِيَرَةُ ۚ سُبْحَـٰنَ ٱللَّهِ وَتَعَـٰلَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿٦٨﴾
ای رسوله! ستا پالونکی هغه څه پيداکوي چې پيدا کول يې غواړي او چا ته چې غواړي دخپلې پيروۍ او نبوت لپاره يې غوره کوي، مشرکانو لره څه اختيار نشته تر څو پر الله نيوکه وکړي هغه پاک او سپېڅلی دی له هغو شريکانو چې له الله سره يې برخه والاجوړوي. وربك يعلمما تكن صدورهم وما يعلنون
وَرَبُّكَ يَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُورُهُمْ وَمَا يُعْلِنُونَ ﴿٦٩﴾
او ستا پالونکی پوهيږي پر هغه څه چې دهغوی سيني يې پټوي او څه چې څرګندوي یې او له هغه څېزونو څخه هیڅ شی له هغه نه پټ ندی او زر ده چې بدله به يې ورکړي
وَهُوَ ٱللَّهُ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ لَهُ ٱلْحَمْدُ فِى ٱلْأُولَىٰ وَٱلْـَٔاخِرَةِ ۖ وَلَهُ ٱلْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿٧٠﴾
همغه الله پاک دی چې له هغه پرته بل مستحق دعبادت نشته، يوازې هغه لره په دنيا کې ستاينه ده او يوازې هغه لره په آخرت کې ستاينه ده او دهغه پرېکړه پلې کېدونکې ده چې هيڅ ردوونکی نه لري او يوازې هغه ته به دقيامت په ورځ دحساب او جزا لپاره ورګرځئ
قُلْ أَرَءَيْتُمْ إِن جَعَلَ ٱللَّهُ عَلَيْكُمُ ٱلَّيْلَ سَرْمَدًا إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَـٰمَةِ مَنْ إِلَـٰهٌ غَيْرُ ٱللَّهِ يَأْتِيكُم بِضِيَآءٍ ۖ أَفَلَا تَسْمَعُونَ ﴿٧١﴾
ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: خبر راکړئ که چېرې الله پر تاسو شپه دتل لپاره همداسې اوږده کړي، چې دقيامت تر ورځې نه ختميږي؛ نو له الله پرته بل کوم معبود شته چې تاسو ته دورځې غوندې رڼا راولي؟! نو آيا دغه دليلونه نه اورئ او نه پوهېږئ چې له الله پرته بل معبود نشته چې تاسو ته دغه راولي؟!. مخ ۱۰ له ۱۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قُلْ أَرَءَيْتُمْ إِن جَعَلَ ٱللَّهُ عَلَيْكُمُ ٱلنَّهَارَ سَرْمَدًا إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَـٰمَةِ مَنْ إِلَـٰهٌ غَيْرُ ٱللَّهِ يَأْتِيكُم بِلَيْلٍۢ تَسْكُنُونَ فِيهِ ۖ أَفَلَا تُبْصِرُونَ ﴿٧٢﴾
تبصرون ای رسوله! هغوی ته ووايه: خبر راکړئ که چېرې الله ورځ درباندې دتل لپاره دقيامت تر ورځې اوږده کړي؛ نو له الله پرته بل کوم معبود دی چې شپه درباندې راولي چې آرام پکې وکړئ او دورځې دکار ستړيا څخه مو پکې په راحت شئ؟! نو آيا تاسې دغه دليلونه نه وينئ او نه پوهېږئ چې له الله پرته بل معبود نشته چې دغه ټول درته راولي؟!
وَمِن رَّحْمَتِهِۦ جَعَلَ لَكُمُ ٱلَّيْلَ وَٱلنَّهَارَ لِتَسْكُنُوا۟ فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا۟ مِن فَضْلِهِۦ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿٧٣﴾
او هغه پاک ذات له خپلې لورېينې ای خلکو تاسوته شپه تياره ګرځولې ده، ترڅو آرام پکې وکړئ وروسته تردې چې دورځې له کار څخه ستړي شوي وئ، او ورځ يې ستاسو لپاره رڼا ګرځولې ده تر څو پکې دروزۍ لټولو پسې هڅه وکړئ، کېدای شي پر تاسو دالله دنعمتونو شکر وباسئ او ناشکري يې ونه کړئ
وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ فَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَآءِىَ ٱلَّذِينَ كُنتُمْ تَزْعُمُونَ ﴿٧٤﴾
او په کومه ورځ چې پالونکی يې په دې ويلو آواز ورته وکړي: چېرې دي زما هغه شريکان چې تاسو یې پرته له ما عبادت کاوه او ګومان مو کاوه چې هغوی زما شريکان دي؟
وَنَزَعْنَا مِن كُلِّ أُمَّةٍۢ شَهِيدًۭا فَقُلْنَا هَاتُوا۟ بُرْهَـٰنَكُمْ فَعَلِمُوٓا۟ أَنَّ ٱلْحَقَّ لِلَّهِ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَفْتَرُونَ ﴿٧٥﴾
او له هر امته به يې نبي حاضر کړو چې دهغوی پر کفر او درواغ ګڼلو به شاهدي ورکړي؛ نو له دغو امتونو څخه به درواغ ګڼونکو ته ووايو: راوړئ حجتونه او دلیلونه مو پر کفر او درواغ ګڼلو مو؛ نو دهغوی حجتونه به پرې شي[بې فائدې] او باور به وکړي چې هغه حق چې شک پکې نشته الله لره دی، او ترې پټ به شي هغه چې دوی جوړکړي وودالله سره کوم شريکان
۞ إِنَّ قَـٰرُونَ كَانَ مِن قَوْمِ مُوسَىٰ فَبَغَىٰ عَلَيْهِمْ ۖ وَءَاتَيْنَـٰهُ مِنَ ٱلْكُنُوزِ مَآ إِنَّ مَفَاتِحَهُۥ لَتَنُوٓأُ بِٱلْعُصْبَةِ أُو۟لِى ٱلْقُوَّةِ إِذْ قَالَ لَهُۥ قَوْمُهُۥ لَا تَفْرَحْ ۖ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ ٱلْفَرِحِينَ ﴿٧٦﴾
بېشکه قارون دموسی عليه السلام له قومه و؛ نو پرهغوی يې لويي وکړه، هغه ته مو دمال دومره خزانې ورکړې وې چې دخزانو چابيانې به يې پر يوه ځواکمنه ډله هم درنې وې، کله چې يې قوم ورته وويل: دلويي ناز مه کوه، بېشکه الله دکبرله کبله خوشحالي کوونکي نه خوښوي، بلکې هغوی بد ګڼي او پر دغه عذاب ورکوي
وَٱبْتَغِ فِيمَآ ءَاتَىٰكَ ٱللَّهُ ٱلدَّارَ ٱلْـَٔاخِرَةَ ۖ وَلَا تَنسَ نَصِيبَكَ مِنَ ٱلدُّنْيَا ۖ وَأَحْسِن كَمَآ أَحْسَنَ ٱللَّهُ إِلَيْكَ ۖ وَلَا تَبْغِ ٱلْفَسَادَ فِى ٱلْأَرْضِ ۖ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ ٱلْمُفْسِدِينَ ﴿٧٧﴾
او کوم مالونه چې الله درکړي دهغو په بدل کې په آخرت کې څه ثواب ولټوه، داسې چې دخير په لا رو کې يې ولګوه او همدارنګه له خوراک، څښاک، جامو او نورو نعمتونو څخه دې خپله برخه هم مه هېروه، خو چې دزيات لګښت بريد او لويۍ بريد ته نه وي رسېدلې، او له خپل پالونکي او دهغه له بندګانو سره ښه معامله کوه لکه څنګه چې الله پاک ستاسره ښه کړي دي او په ځمکه کې دګناهونو په ترسره کولو او پيرويو په پرېښودلو ورانکاری مه کوه، بېشکه الله پر دغه څه په ځمکه کې ورانکاري نه خوښوي بلکې بد يې ګڼي
قَالَ إِنَّمَآ أُوتِيتُهُۥ عَلَىٰ عِلْمٍ عِندِىٓ ۚ أَوَلَمْ يَعْلَمْ أَنَّ ٱللَّهَ قَدْ أَهْلَكَ مِن قَبْلِهِۦ مِنَ ٱلْقُرُونِ مَنْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُ قُوَّةًۭ وَأَكْثَرُ جَمْعًۭا ۚ وَلَا يُسْـَٔلُ عَن ذُنُوبِهِمُ ٱلْمُجْرِمُونَ ﴿٧٨﴾
قارون وويل: بېشکه دغه مالونه چې راکړل شوي دي زما دپوهې او پياوړتيا له امله، چې زه ددغه وړ يم. آيا قارون پردې خبره نه پوهېدی چې بېشکه الله له هغه مخکې ډېر امتونه تباه کړي دي چې هغوی تر قارون هم زيات پياوړي او دزياتو مالونو ټولوونکي وو؟! هغوی ته يې ځواک او مالونو کومه ګټه ونه رسوله، او دقيامت په ورځ به له مخ ۱۱ له ۱۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ګناهکارانو څخه يې دګناهونو په اړه پوښتنه نه کيږي ځکه الله دهغوی پر ګناهونو پوه دی؛ نو پوښتنه به يوازې دچوپ کولو او رټنې وي
فَخَرَجَ عَلَىٰ قَوْمِهِۦ فِى زِينَتِهِۦ ۖ قَالَ ٱلَّذِينَ يُرِيدُونَ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا يَـٰلَيْتَ لَنَا مِثْلَ مَآ أُوتِىَ قَـٰرُونُ إِنَّهُۥ لَذُو حَظٍّ عَظِيمٍۢ ﴿٧٩﴾
عظيم نو قارون دسينګار په حالت کې راووت دخپلې لويي ښکاره کوونکی و، دقارون ځينو هغو ملګرو چې ددنيا دښکلا هيله يې لرله وويل: کاشکي موږ ته هم ددنيا داسې ښکلا راکړل شوې وای لکه قارون ته چې ورکړل شوې ده، بېشکه قارون دبشپړې لويې برخې څښتن دی
وَقَالَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْعِلْمَ وَيْلَكُمْ ثَوَابُ ٱللَّهِ خَيْرٌۭ لِّمَنْ ءَامَنَ وَعَمِلَ صَـٰلِحًۭا وَلَا يُلَقَّىٰهَآ إِلَّا ٱلصَّـٰبِرُونَ ﴿٨٠﴾
او هغو کسانو چې پوهه ورکړل شوې وه - کله یې چې قارون په خپله ښکلا کې وليدی او هغه څه يې واورېدل چې دهغه ملګرو یې تمه درلوده؛ نو هغوی - وويل: تباهي دې وي تاسو لره! دالله ثواب په آخرت کې او هغه نعمتونه چې چمتو کړي يې دي دهغه چا لپاره چې ايمان يې راوړی وي او نېک عمل يې کړی وي غوره دي له هغه څه څخه چې قارون ته کومه ددنيا ښکلا ورکړل شوې ده، او ددغې کلمې ويلو او دهغې پر غوښتنه دعمل کولو توفيق يوازې هغه صبر کوونکو ته ورکول کيږي چې پر هغه څه صبر کوي چې له الله سره کوم ثواب دی هغه ته يې لومړيتوب ورکړی پر هغه له منځه تلونکې توښه چې په دنيا کې ده
فَخَسَفْنَا بِهِۦ وَبِدَارِهِ ٱلْأَرْضَ فَمَا كَانَ لَهُۥ مِن فِئَةٍۢ يَنصُرُونَهُۥ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَمَا كَانَ مِنَ ٱلْمُنتَصِرِينَ ﴿٨١﴾
نو دهغه دسرکښۍ له امله مو له هغه څخه دغچ اخېستنې په موخه هغه او دهغه کور په ځمکه کې ننه اېستل، نو له الله پرته هغه لره نه کومه ډله وه چې مرسته يې وکړي او نه هغه په خپله دځان له مرسته کوونکو څخه و
وَأَصْبَحَ ٱلَّذِينَ تَمَنَّوْا۟ مَكَانَهُۥ بِٱلْأَمْسِ يَقُولُونَ وَيْكَأَنَّ ٱللَّهَ يَبْسُطُ ٱلرِّزْقَ لِمَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦ وَيَقْدِرُ ۖ لَوْلَآ أَن مَّنَّ ٱللَّهُ عَلَيْنَا لَخَسَفَ بِنَا ۖ وَيْكَأَنَّهُۥ لَا يُفْلِحُ ٱلْكَـٰفِرُونَ ﴿٨٢﴾
اوهغه کسان چې په ځمکه کې دهغه له ننه اېستلو مخکې يې دهغه دمال او ښکلا غوندې هيله کوله دافسوس کوونکو او پند اخېستونکو په توګه ويل: آيا نه پوهېدو چې الله له خپلو بندګانو چاته وغواړي روزي يې پراخوي او له هغوی چې چاته وغواړي روزي يې تنګوي؟! که چېرې الله پر موږ احسان نه وای کړی چې پر هغه څه يې موږ ته سزا را نه کړه چې ومو ويل؛ نو موږ به يې هم داسې په ځمکه کې ننه اېستلي وای لکه قارون يې چې ننه اېستی، بېشکه کافران خلک نه بریالي کيږي، نه په دنيا او نه آخرت کې، بلکې دهغوی پایله او دورګرځېدو حالت په دنيا او آخرت کې تاوانو دی
تِلْكَ ٱلدَّارُ ٱلْـَٔاخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّۭا فِى ٱلْأَرْضِ وَلَا فَسَادًۭا ۚ وَٱلْعَـٰقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ ﴿٨٣﴾
دغه دآخرت کور موږ دنعمتونو او درناوي کور ګرځوو دهغو کسانو لپاره چې په ځمکه کې پر حق له ايمان راوړلو او دهغه له پيروۍ څخه لويي کول نه غواړي او نه په هغې کې فساد غواړي، او ښه پايله چې هغه جنت او دهغه نعمتونه او په هغو کې دالله رضا ده دا ټول دهغو متقيانو لپاره دي چې دخپل پالونکي امرونه مني او له نواهيوو يې ځان ساتي
مَن جَآءَ بِٱلْحَسَنَةِ فَلَهُۥ خَيْرٌۭ مِّنْهَا ۖ وَمَن جَآءَ بِٱلسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزَى ٱلَّذِينَ عَمِلُوا۟ ٱلسَّيِّـَٔاتِ إِلَّا مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿٨٤﴾
څوک چې دقيامت په ورځ دلمانځه، زکات، روژې او داسې نورو نېکيو سره راشي؛ نو هغه لره ددغې نېکي ښه بدله ده داسې چې نېکي به يې لس برابره شي، او څوک چې دقيامت په ورځ دکفر، سود خوړلو، زنا او داسې نورو بديو سره راشي؛ نو هغو کسانو ته چې بدکارونه يې کړي دي پرته له زيادته به يوازې دهغوی دبدو کارونو په اندازه سزا ورکړل شي. مخ ۱۲ له ۱۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
إِنَّ ٱلَّذِى فَرَضَ عَلَيْكَ ٱلْقُرْءَانَ لَرَآدُّكَ إِلَىٰ مَعَادٍۢ ۚ قُل رَّبِّىٓ أَعْلَمُ مَن جَآءَ بِٱلْهُدَىٰ وَمَنْ هُوَ فِى ضَلَـٰلٍۢ مُّبِينٍۢ ﴿٨٥﴾
بېشکه هغه ذات چې قرآن يې پر تا نازل کړی او دهغه رسونه او په هغه کې چې څه دي پر هغو يې عمل کول درباندې لا زم کړي دي تر څو مکې ته دبريا په حال کې راوګرځې، ای رسوله! مشرکانو ته ووايه: زما پالونکی پر هغه چا ښه پوه دی چې له لا رښوونې سره راغلی او پر هغه چا هم چې له لا رښوونې او حق څخه په څرګنده یې لیارې دی
وَمَا كُنتَ تَرْجُوٓا۟ أَن يُلْقَىٰٓ إِلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبُ إِلَّا رَحْمَةًۭ مِّن رَّبِّكَ ۖ فَلَا تَكُونَنَّ ظَهِيرًۭا لِّلْكَـٰفِرِينَ ﴿٨٦﴾
او ای رسوله! مخکې له رسول کېدو دې تا دا فکر نه وکړی چې تاته به دالله له لوري قرآن وحي کيږي، خو دالله پاک لخوا يو رحمت وچې پر تا يې دقرآن دنازلېدو غوښتنه وکړه؛ نو دکافرانو مرستندويه مه کېږه په هغه ناوړه غقیدواوعملونو چې هغوی پکې اخته دي
وَلَا يَصُدُّنَّكَ عَنْ ءَايَـٰتِ ٱللَّهِ بَعْدَ إِذْ أُنزِلَتْ إِلَيْكَ ۖ وَٱدْعُ إِلَىٰ رَبِّكَ ۖ وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ ﴿٨٧﴾
او هيڅکله دې دغه مشرکان تا دالله له آيتونو وا نه ړوي وروسته تردې چې پرتا نازل شوي دي، چې ته يې لوستل او رسونه پرېږدې، خلک پر الله ايمان راوړلو، دهغه يووالي او پر شريعت يې عمل کولو ته رابوله، او هيڅکله له هغو مشرکانو مه کېږه چې دالله سره په عبادت کې نور باطل معبودان شریکوي، بلکې له هغو موحدينو شه چې يوازې دالله عبادت کوي
وَلَا تَدْعُ مَعَ ٱللَّهِ إِلَـٰهًا ءَاخَرَ ۘ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۚ كُلُّ شَىْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُۥ ۚ لَهُ ٱلْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿٨٨﴾
او له الله پرته دبل معبود عبادت مه کوه، له هغه پرته بل په حق معبود نشته، دالله پاک له ذات پرته نور هرڅه تباه کېدونکي دي، يوازې هغه لره حکم دی چې څه غواړي پرېکړه به يې کوي، او دقيامت په ورځ به دحساب او بدلې لپاره يوازې هغه ته ورستنېږئ. مخ ۱۳ له ۱۳ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر