کورتفسیرالنمل (٢٧)

تفسیر النمل — An-Naml (27)

مکي · ٩٣ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

طسٓ ۚ تِلْكَ ءَايَـٰتُ ٱلْقُرْءَانِ وَكِتَابٍۢ مُّبِينٍ ﴿١﴾

طس) ددغو ډول آيتونو په اړه تفصيل دالبقره سورت په پيل کې تېر شو. دغه پر تا نازل شوي آيتونه دقرآن او داسې څرګند کتاب آيتونه دي چې هيڅ پټوالی پکې نشته، چا چې فکر پکې وکړ پوه به شي چې هغه دالله لخوا دی. هدى وبشر للمؤمنين

هُدًۭى وَبُشْرَىٰ لِلْمُؤْمِنِينَ ﴿٢﴾

دغه آيتونه حق لوري ته لا رښوونکي او تر هغه پورې رسوونکي دي او پر الله او دهغه پر رسول ايمان لرونکو لره زيری ورکوونکي دي

ٱلَّذِينَ يُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤْتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَهُم بِٱلْـَٔاخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ ﴿٣﴾

هغه کسان چې په بشپړه توګه لمنځونه کوي، او مستحقو خلکو ته دخپلو مالونو زکاتونه ورکوي او په آخرت کې پر ثواب او عذاب باور کوونکي دي

إِنَّ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِٱلْـَٔاخِرَةِ زَيَّنَّا لَهُمْ أَعْمَـٰلَهُمْ فَهُمْ يَعْمَهُونَ ﴿٤﴾

بېشکه هغه کافران چې پر آخرت او په هغو کې دثواب او عذاب پر شتون باور نه لري، هغوی ته مو يې بد اعمال ښايسته کړي؛ نو دهغو پر ترسره کولو يې دوام کړی؛ او هغوی لا لهانده دي حق او سم کار ته لا ر نشي موندلی

أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ لَهُمْ سُوٓءُ ٱلْعَذَابِ وَهُمْ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ هُمُ ٱلْأَخْسَرُونَ ﴿٥﴾

دغه کسان چې په دغو ياد شويو صفتونو متصف دي، همدوی لره په دنيا کې دوژلو او بندي کېدلو بد عذاب دی او په آخرت کې تر ټولو خلکو زيات تاوانيان دي، چې خپل ځانونه او کورنۍ يې دقيامت په ورځ په اور کې دتل لپاره په اچولو زيانمنې کړي دي

وَإِنَّكَ لَتُلَقَّى ٱلْقُرْءَانَ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ عَلِيمٍ ﴿٦﴾

او بېشکه ای رسوله! تاته دغه پر تا نازل شوی قرآن دداسې ذات لخوا در ښوول کيږي چې په خپل مخلوق، تدبير او شريعت کې حکمت لرونکی دی، ښه پوه دی د خپلو بندګانو له ګټو هيڅ هم ترې پټ نه دي

إِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِأَهْلِهِۦٓ إِنِّىٓ ءَانَسْتُ نَارًۭا سَـَٔاتِيكُم مِّنْهَا بِخَبَرٍ أَوْ ءَاتِيكُم بِشِهَابٍۢ قَبَسٍۢ لَّعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ ﴿٧﴾

در په ياد کړه ای رسوله! کله چې موسی خپلې کور والا ته وويل: بېشکه ما يو اور وليدی، دبلېدو له ځایه به يې يا کوم داسې خبر درته راوړم چې لا ر راته وښيي، او يا به له اور څخه اخېستل شوې سکروټه راوړم چې له يخ څخه پرې تاوده شئ

فَلَمَّا جَآءَهَا نُودِىَ أَنۢ بُورِكَ مَن فِى ٱلنَّارِ وَمَنْ حَوْلَهَا وَسُبْحَـٰنَ ٱللَّهِ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٨﴾

کله چې داور هغه ځای ته ور ورسېدی چې ليدلی يې و؛ نو الله آواز ورته وکړ: چې برکت ورکړل شوی دی هغه چاته چې په اور کې دی او هغه پرېښتې چې تر اور چاپېره دي، دمخلوقاتو پالونکي لره لويي ده او له هغو صفاتو پاک دی چې وړ يې نه دي اولا ر ورکي يې ورته بيانوي. مخ ۱ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

يَـٰمُوسَىٰٓ إِنَّهُۥٓ أَنَا ٱللَّهُ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ ﴿٩﴾

الله ورته وويل: ای موسی! بېشکه همدا زه داسې برلاسی الله يم چې هيڅوک نشي را باندې برلاسی کېدلای، په خپل مخلوق، تقدير او شريعت کې دحکمت څښتن يم. ن

وَأَلْقِ عَصَاكَ ۚ فَلَمَّا رَءَاهَا تَهْتَزُّ كَأَنَّهَا جَآنٌّۭ وَلَّىٰ مُدْبِرًۭا وَلَمْ يُعَقِّبْ ۚ يَـٰمُوسَىٰ لَا تَخَفْ إِنِّى لَا يَخَافُ لَدَىَّ ٱلْمُرْسَلُونَ ﴿١٠﴾

او لکڼه دې وغورځوه، موسی حکم ومنلو؛ نو ويې ليدله چې ښوري او خوځيږي لکه يو مار چې وي، له هغې لکڼې په څټ ولاړ او بېرته را ونه ګرځېد، الله ورته وويل: له هغې مه وېرېږه، بېشکه زما پر وړاندې رسولان نه له ماره ډاريږي او نه له بل څه شي څخه

إِلَّا مَن ظَلَمَ ثُمَّ بَدَّلَ حُسْنًۢا بَعْدَ سُوٓءٍۢ فَإِنِّى غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿١١﴾

خو پرته له هغه چا چې پر ځان يې دګناه په ترسره کولو ظلم کړی وي، بيا يې له دغه وروسته توبه اېستلې وي؛ نو بېشکه زه هغه لره بښونکی او پر هغه مهربانه یم

وَأَدْخِلْ يَدَكَ فِى جَيْبِكَ تَخْرُجْ بَيْضَآءَ مِنْ غَيْرِ سُوٓءٍۢ ۖ فِى تِسْعِ ءَايَـٰتٍ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَقَوْمِهِۦٓ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ قَوْمًۭا فَـٰسِقِينَ ﴿١٢﴾

فسقين اولا س دې دکميس په هغه خلاص ځای کې ننباسه چې له غاړې سره دی، له ننه اېستلو وروسته به پرته دفيس له ناروغۍ دواورې غوندې سپين راووځي، دهغو نهو نښانو تر څنګ چې ستا پر رېښتينولۍ شاهدي ورکوي، چې له لا س سره: لکڼه، کلونه، دمېوو کموالی، طوفان، ملخ، سپږې، څنګښې او وينه ده، دغه نښې فرعون او دهغه قوم ته وې، بېشکه هغوی په کفر کولو دالله له پيروۍ وتونکي خلک وو

فَلَمَّا جَآءَتْهُمْ ءَايَـٰتُنَا مُبْصِرَةًۭ قَالُوا۟ هَـٰذَا سِحْرٌۭ مُّبِينٌۭ ﴿١٣﴾

کله چې هغوی ته زموږ دغه څرګندې او ښکاره نښانې راغلې چې دموسی تاييد مو پرې وکړی و، هغوی وويل: هغه نښانې چې موسی راوړې دي ښکاره کوډې دي

وَجَحَدُوا۟ بِهَا وَٱسْتَيْقَنَتْهَآ أَنفُسُهُمْ ظُلْمًۭا وَعُلُوًّۭا ۚ فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلْمُفْسِدِينَ ﴿١٤﴾

او هغوی پر دغو څرګندو نښانو کفر وکړ او هغه يې ونه منلې، حال دا چې په زړونو کې يې باور لرلو چې دا دالله له لوري دي، دهغوی دظلم او له حق څخه دلويۍ له امله ای رسوله! فکر وکړه چې په ځمکه کې دورانکارو خلکو دکفر او ګناهونو له کبله يې پايله څنګه شوه؟ پرته له شکه هغوی مو تباه کړل او ټول مو له منځه يوړل

وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا دَاوُۥدَ وَسُلَيْمَـٰنَ عِلْمًۭا ۖ وَقَالَا ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ٱلَّذِى فَضَّلَنَا عَلَىٰ كَثِيرٍۢ مِّنْ عِبَادِهِ ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿١٥﴾

او پرته له شکه داود او دهغه زوی سليمان ته مو پوهه ورکړه، له هغو څخه دالوتونکو دخبرو پوهه، او داؤد او سليمان دالله عزوجل دشکر کوونکو په توګه وويل: ټولې ستاينې هغه الله لره دي چې پر موږ يې پېرزوينه کړې ده چې موږ يې له خپلو ډېری مؤمنو بنده ګانو څخه په پوهه او نبوت ځانګړي کړي يو

وَوَرِثَ سُلَيْمَـٰنُ دَاوُۥدَ ۖ وَقَالَ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ عُلِّمْنَا مَنطِقَ ٱلطَّيْرِ وَأُوتِينَا مِن كُلِّ شَىْءٍ ۖ إِنَّ هَـٰذَا لَهُوَ ٱلْفَضْلُ ٱلْمُبِينُ ﴿١٦﴾

سليمان مو يې په نبوت، پوهه او پاچايۍ کې دخپل پلار داود وارث وګرځاوه، هغه پر خپل ځان او خپل پلار دالله دلورېينې دښکاره کولو په موخه وويل: ای خلکو! الله موږ ته دالوتونکو دغږونو پوهه راکړې ده او هر هغه څه يې راکړي دي چې نبيانو او پاچايانو ته يې ورکړي دي، پرته له شکه دغه څه چې الله پاک موږ ته راکړي دا مخ ۲ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر يو ښکاره او څرګند غوراوی دی

وَحُشِرَ لِسُلَيْمَـٰنَ جُنُودُهُۥ مِنَ ٱلْجِنِّ وَٱلْإِنسِ وَٱلطَّيْرِ فَهُمْ يُوزَعُونَ ﴿١٧﴾

او سليمان ته يې له انسانانو، پېريانو اومرغانو يې لښکرې را غونډې کړل شوې وې او هغوی په يو نظام يو بل ته چلول کېدل

حَتَّىٰٓ إِذَآ أَتَوْا۟ عَلَىٰ وَادِ ٱلنَّمْلِ قَالَتْ نَمْلَةٌۭ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّمْلُ ٱدْخُلُوا۟ مَسَـٰكِنَكُمْ لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَـٰنُ وَجُنُودُهُۥ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿١٨﴾

يشعرون همداسې چلول کېدل تر دې چې دمېږيانو ناو ته راغلل چې دشام په سيمه کې و، يو ميږي له مېږيانو وويل: اې مېږيانو خپلو کورونو ته مو ننوځئ تر څو مو سليمان او دهغه لښکرې تباه نه کړي، حال دا چې هغوی به پرتاسو پوه هم نه وي، ځکه که هغوی پرتاسو پوه وي؛ تر پښولا ندې مو نه کوي

فَتَبَسَّمَ ضَاحِكًۭا مِّن قَوْلِهَا وَقَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِىٓ أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ ٱلَّتِىٓ أَنْعَمْتَ عَلَىَّ وَعَلَىٰ وَٰلِدَىَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَـٰلِحًۭا تَرْضَىٰهُ وَأَدْخِلْنِى بِرَحْمَتِكَ فِى عِبَادِكَ ٱلصَّـٰلِحِينَ ﴿١٩﴾

کله چې سليمان دمېږي وينا واورېده، دهغه له دغې وينا مسکی په خندا شو او خپل پالونکي ته يې په رابللو وويل: ای زما پالونکيه! ما ته توفيق راکړې او دا مې په زړه کې را واچوې چې ستا دهغه نعمت شکر وباسم چې پر ما او زما پر مور او پلار دې پېرزو کړی و، او ددې توفيق راکړې چې داسې ښه کار وکړم چې ته پرې راضي شې او په خپله پېرزوينه دې ما دخپلو نېکو بندګانو په ډله کې داخل کړې

وَتَفَقَّدَ ٱلطَّيْرَ فَقَالَ مَا لِىَ لَآ أَرَى ٱلْهُدْهُدَ أَمْ كَانَ مِنَ ٱلْغَآئِبِينَ ﴿٢٠﴾

سلیمان علیه السلام ټول مرغان ولټول نو ملا چرګک یې ونه مونده، نو ویې ویل: څه دي چې ملا چرګک نه ویم؟ آیا دهغې له کتلو څه منع کړی یم، او یا ناسوب شوی دی؟. لأعذبنه عذابا شديدا أو لأاذبحنه أو ليأتينى بسلطن م بين

لَأُعَذِّبَنَّهُۥ عَذَابًۭا شَدِيدًا أَوْ لَأَا۟ذْبَحَنَّهُۥٓ أَوْ لَيَأْتِيَنِّى بِسُلْطَـٰنٍۢ مُّبِينٍۢ ﴿٢١﴾

کله يې چې ناسوب والی ښکاره شو؛ نو ويې ويل: هرومرو به سخته سزا ورکړم، يا به يې دناسوب والي له امله دسزا په توګه حلال کړم، يا دا چې څرګند دليل راوړي چې دناسوب والي عذر يې بيان کړي. فمكث غير بعيد فقال أحطت بما لم تحط به وجئتك من سبإبنبإ يقين

فَمَكَثَ غَيْرَ بَعِيدٍۢ فَقَالَ أَحَطتُ بِمَا لَمْ تُحِطْ بِهِۦ وَجِئْتُكَ مِن سَبَإٍۭ بِنَبَإٍۢ يَقِينٍ ﴿٢٢﴾

نو ملاچرګک په خپل ناسوب والي کې ډېر ځنډ ونه کړ، کله چې راغی، سليمان عليه السلام ته يې وويل: پر هغه څه خبر شوم چې ته نه يې پرې خبر شوی، دسبا نومې سيمې دخلکو څخه مې يو رېښتينی خبر درته راوړی چې هيڅ شک پکې نشته

إِنِّى وَجَدتُّ ٱمْرَأَةًۭ تَمْلِكُهُمْ وَأُوتِيَتْ مِن كُلِّ شَىْءٍۢ وَلَهَا عَرْشٌ عَظِيمٌۭ ﴿٢٣﴾

بېشکه ما يوه ښځه وموندله چې پر هغوی واکمني کوي، او دغې ښځې ته دځواک او پاچايۍ له اسبابو هرڅه ورکړل شوي دي، هغې لره يو لوی تخت دی چې له هغو څخه دخپل قوم چارې اداره کوي. مخ ۳ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَجَدتُّهَا وَقَوْمَهَا يَسْجُدُونَ لِلشَّمْسِ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَزَيَّنَ لَهُمُ ٱلشَّيْطَـٰنُ أَعْمَـٰلَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ ٱلسَّبِيلِ فَهُمْ لَا يَهْتَدُونَ ﴿٢٤﴾

يهتدون دغه ښځه او دهغې قوم مې په داسې حال کې وموندل چې له الله پرته لمر ته يې سجدې کولې، او شيطان هغوی ته يې دشرک او ګناه کارونه ښايسته کړي دي؛ نو له حق لا رې يې ګرځولي او هغوی حق ته لا ر نه مومي

أَلَّا يَسْجُدُوا۟ لِلَّهِ ٱلَّذِى يُخْرِجُ ٱلْخَبْءَ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَيَعْلَمُ مَا تُخْفُونَ وَمَا تُعْلِنُونَ ﴿٢٥﴾

شيطان هغوی ته يې دشرک او ګناه کارونه ښايسته کړي، تر څو يوازې هغه الله ته سجدې ونه کړي کوم چې هغه باران را ښکاره کوي چې په آسمان کې یې پټ کړی دی، او هغه شينګيا چې په ځمکه کې ده، او پر هغو کارونو پوه دی چې تاسو يې پټوئ او يا يې ښکاره کوئ، له دغو هيڅ هم له هغه نشي پټېدلی

ٱللَّهُ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ رَبُّ ٱلْعَرْشِ ٱلْعَظِيمِ ۩ ﴿٢٦﴾

الله هغه ذات دی چې له هغه پرته په حقه بل معبود نشته، دلوی عرش رب دی

۞ قَالَ سَنَنظُرُ أَصَدَقْتَ أَمْ كُنتَ مِنَ ٱلْكَـٰذِبِينَ ﴿٢٧﴾

سليمان عليه السلام، ملاچرګک ته وويل: ګورو به چې تا په هغه دعوی کې رېښتيا ويلي چې کړې دې ده او که له درواغجنو يې

ٱذْهَب بِّكِتَـٰبِى هَـٰذَا فَأَلْقِهْ إِلَيْهِمْ ثُمَّ تَوَلَّ عَنْهُمْ فَٱنظُرْ مَاذَا يَرْجِعُونَ ﴿٢٨﴾

نو سليمان يو ليک وليکلو او ملاچرګک ته يې وسپارلو او ورته يې وويل: دغه زما ليک وېسه او دسبا سيمې خلکو ته يې وروغورځوه او هغوی ته يې وروسپاره، بيا له هغوی يو اړخ ته شه داسې چې هغه څه اورې چې هغوی يې دليک په اړه سره تکراروي

قَالَتْ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلْمَلَؤُا۟ إِنِّىٓ أُلْقِىَ إِلَىَّ كِتَـٰبٌۭ كَرِيمٌ ﴿٢٩﴾

ملکې ليک تر لا سه کړ او ويې ويل: ای سردارانو! ماته يو لوی عزتمن ليک راغورځول شوی

إِنَّهُۥ مِن سُلَيْمَـٰنَ وَإِنَّهُۥ بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ ﴿٣٠﴾

ددغه لېږل شوي ليک مضمون دسليمان لخوا دی او په بسم الله الرحمن الرحيم پيل شوی دی. أ ل اتعلوا على وأ تونى مسلمين

أَلَّا تَعْلُوا۟ عَلَىَّ وَأْتُونِى مُسْلِمِينَ ﴿٣١﴾

دا چې لويي مه کوئ، غاړه اېښودونکي او دهغه څه منونکي راشئ چې ورته رابولم مو چې هغه دالله يووالی او دهغه شرک پرېښودل دي چې اوس تاسو پرې ياست، دا چې له هغه سره دلمر عبادت کوئ

قَالَتْ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلْمَلَؤُا۟ أَفْتُونِى فِىٓ أَمْرِى مَا كُنتُ قَاطِعَةً أَمْرًا حَتَّىٰ تَشْهَدُونِ ﴿٣٢﴾

ملکې وويل: ای سردارانو او مشرانو! زما په کار کې ماته حق لا ره وښيئ، زه تر هغه دهيڅ کار په اړه پرېکړه کوونکی نه يم تر څو تاسو ماته حاضر نه شئ او خپله رايه مو پکې څرګنده نه کړئ. مخ ۴ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

قَالُوا۟ نَحْنُ أُو۟لُوا۟ قُوَّةٍۢ وَأُو۟لُوا۟ بَأْسٍۢ شَدِيدٍۢ وَٱلْأَمْرُ إِلَيْكِ فَٱنظُرِى مَاذَا تَأْمُرِينَ ﴿٣٣﴾

له قومه يې سردارانو وويل: موږ دلوی ځواک څښتنان يو، او په جنګ کې دډېرې سختۍ څښتنان يو، نور نو رايه هغه ده چې ته يې مناسبه بولې، وګوره چې په څه امر راته کوې، موږ يې پر پلي کولو ځواکمن يو

قَالَتْ إِنَّ ٱلْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا۟ قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوٓا۟ أَعِزَّةَ أَهْلِهَآ أَذِلَّةًۭ ۖ وَكَذَٰلِكَ يَفْعَلُونَ ﴿٣٤﴾

ملکې وويل: پرته له شکه پاچايان چې کله له کليو څخه کوم کلي ته ننوځي، هغه په وژلو، چور چپاول ورانوي، مشران او سرداران يې خوار ګرځوي وروسته له دې چې هغه دعزت او درناوي څښتنان وي، پاچايان تل همداسې کوي کله چې دکوم کلي پر خلکو برلاسی شي، تر څو دخلکو په زړونو کې وېره او ډار پيداکړي

وَإِنِّى مُرْسِلَةٌ إِلَيْهِم بِهَدِيَّةٍۢ فَنَاظِرَةٌۢ بِمَ يَرْجِعُ ٱلْمُرْسَلُونَ ﴿٣٥﴾

زه دليک څښتن او دهغه قوم ته ديوې ډالۍ لېږونکې يم او بيا ګورم چې استازي ددغې ډالۍ له لېږلو وروسته له څه سره راځي

فَلَمَّا جَآءَ سُلَيْمَـٰنَ قَالَ أَتُمِدُّونَنِ بِمَالٍۢ فَمَآ ءَاتَىٰنِۦَ ٱللَّهُ خَيْرٌۭ مِّمَّآ ءَاتَىٰكُم بَلْ أَنتُم بِهَدِيَّتِكُمْ تَفْرَحُونَ ﴿٣٦﴾

کله چې دهغې استازی او له هغه سره يې مرستندويان راغلل او سليمان ته يې ډالۍ را اخېستې وې، سليمان دهغوی دډاليو رالېږل بد وګڼل ويې ويل: آيا تاسو مې په مالونو مرسته کوئ تر څو له تاسو وګرځم، کوم نبوت، پاچايي او مال چې الله ماته راکړي هغه غوره دي له هغه څه چې تاسو ته يې درکړي، بلکې تاسو پر هغه څه خوشحالېږئ چې ددنيا لږه توښه درکول کيږي

ٱرْجِعْ إِلَيْهِمْ فَلَنَأْتِيَنَّهُم بِجُنُودٍۢ لَّا قِبَلَ لَهُم بِهَا وَلَنُخْرِجَنَّهُم مِّنْهَآ أَذِلَّةًۭ وَهُمْ صَـٰغِرُونَ ﴿٣٧﴾

سليمان عليه السلام، دهغې استازي ته وويل: هغه ډالۍ بېرته هغوی ته وروړه، موږ به هغې او قوم ته يې له داسې لښکرو سره ورشو، چې هغوی به يې دمقابلې توان ونه لري او هغوی به دسبا نومې سيمې څخه خوار او بې عزته وباسو وروسته له دې چې پکې عزتمن وو، که چېرې هغوی ماته غاړه اېښودونکي را نشي

قَالَ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلْمَلَؤُا۟ أَيُّكُمْ يَأْتِينِى بِعَرْشِهَا قَبْلَ أَن يَأْتُونِى مُسْلِمِينَ ﴿٣٨﴾

سليمان عليه السلام دخپل پاچايۍ جاسوسانو ته دويناکوونکي په توګه وويل: ای خلکو څوک به له تاسو دهغې دپاچايۍ تخت ماته راوړي مخکې تر دې چې هغوی غاړه اېښودونکي راشي؟

قَالَ عِفْرِيتٌۭ مِّنَ ٱلْجِنِّ أَنَا۠ ءَاتِيكَ بِهِۦ قَبْلَ أَن تَقُومَ مِن مَّقَامِكَ ۖ وَإِنِّى عَلَيْهِ لَقَوِىٌّ أَمِينٌۭ ﴿٣٩﴾

له پېريانو مارد نومي پيري په دې ويلو ځواب ورکړ: زه به دهغې تخت درته راوړم مخکې تر دې چې ته له خپل هغه ځايه پورته کېږې چې پکې يې، زه يې پر راوړلو ځواکمن او دهغه څه په اړه امين يم چې پکې دي، هيڅکله به څه ترې کم نه کړم

قَالَ ٱلَّذِى عِندَهُۥ عِلْمٌۭ مِّنَ ٱلْكِتَـٰبِ أَنَا۠ ءَاتِيكَ بِهِۦ قَبْلَ أَن يَرْتَدَّ إِلَيْكَ طَرْفُكَ ۚ فَلَمَّا رَءَاهُ مُسْتَقِرًّا عِندَهُۥ قَالَ هَـٰذَا مِن فَضْلِ رَبِّى لِيَبْلُوَنِىٓ ءَأَشْكُرُ أَمْ أَكْفُرُ ۖ وَمَن شَكَرَ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِۦ ۖ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ رَبِّى غَنِىٌّۭ كَرِيمٌۭ ﴿٤٠﴾

له سليمان سره موجود يو نېک پوه سړي وويل: چې له هغه سره دکتاب پوهه هم وه، او ترڅنګ يې دالله لوی هغه نوم هم وچې دهغه په مرسته څوک دعا وغواړي؛ نو قبليږي: زه دهغې تخت درته راوړم مخکې ستا دسترګو تر رپ، داسې چې الله ته به دعا وکړم؛ نو هغه به يې راته راوړي، نو هغه دعا وکړه او دعا يې قبوله شوه، کله چې سليمان دهغې تخت له ځان سره نېږدې ځای پرځای شوی وليد ويې ويل: دغه زما دپالونکي پېرزوينه ده، تر څو مې وازمويي چې زه دهغه دنعمتونو شکر کوم او که يې ناشکري کوم؟ که چا دالله شکر واېستی؛ نو دشکر ګټه به يې ور ورسيږي، الله بې پروا دی، دبندګانو شکر يې هغه ته څه نه ورزياتوي، چا چې دالله له نعمتونو نټه وکړه او شکر يې ونه اېستی، بېشکه زما پالونکی دهغه له شکره غني او کريم دی، او دهغه له کرم څخه داده چې پر هغه چا يې غوروای ورکړی چې له مخ ۵ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر نعمتونو يې نټه کړې ده

قَالَ نَكِّرُوا۟ لَهَا عَرْشَهَا نَنظُرْ أَتَهْتَدِىٓ أَمْ تَكُونُ مِنَ ٱلَّذِينَ لَا يَهْتَدُونَ ﴿٤١﴾

سليمان عليه السلام وويل: دهغې دپاچايۍ تخت له خپل پخواني حالت څخه ورته بدل کړئ چې وګورو: آيا هغه خپل تخت پېژندلی شي او که له هغو کسانو کيږي چې دخپلو شيانو پېژندګلوۍ ته لا ر نشي موندلی

فَلَمَّا جَآءَتْ قِيلَ أَهَـٰكَذَا عَرْشُكِ ۖ قَالَتْ كَأَنَّهُۥ هُوَ ۚ وَأُوتِينَا ٱلْعِلْمَ مِن قَبْلِهَا وَكُنَّا مُسْلِمِينَ ﴿٤٢﴾

کله چې دسبا سيمې ملکه، سليمان ته راغله دازموينې په ډول ورته وويل شول: آيا دغه ستا تخت دی؟ هغې له پوښتنې سره سم ځواب ورکړ: ګواکې همداسې دی، نو سليمان وويل: الله موږ ته له هغې مخکې پوهه راکړې، پر داسې چارو دتوان پيداکولو له امله، موږ دالله امر ته غاړه اېښودونکي او هغه لره پيروان يو

وَصَدَّهَا مَا كَانَت تَّعْبُدُ مِن دُونِ ٱللَّهِ ۖ إِنَّهَا كَانَتْ مِن قَوْمٍۢ كَـٰفِرِينَ ﴿٤٣﴾

دالله له يووالي هغه څه راګرځولې وه چې دخپل قوم په پيروۍ او دهغوی په پل دپل اېښودلو له کبله يې له الله پرته نور شيان لمانځل، بېشکه هغه پر الله دکفرکوونکي قوم څخه وه، چې دهغوی غوندې کافره وه

قِيلَ لَهَا ٱدْخُلِى ٱلصَّرْحَ ۖ فَلَمَّا رَأَتْهُ حَسِبَتْهُ لُجَّةًۭ وَكَشَفَتْ عَن سَاقَيْهَا ۚ قَالَ إِنَّهُۥ صَرْحٌۭ مُّمَرَّدٌۭ مِّن قَوَارِيرَ ۗ قَالَتْ رَبِّ إِنِّى ظَلَمْتُ نَفْسِى وَأَسْلَمْتُ مَعَ سُلَيْمَـٰنَ لِلَّهِ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٤٤﴾

هغې ته وويل شول: ماڼۍ ته ننوځه په داسې حال کې چې هغه دهوارې سطحې غوندې وه، کله يې چې وليده، ګومان يې وکړ چې اوبه دي؛ نو پايڅې له پنډيو راپورته کړې تر څو پرې ګډه شي، سليمان عليه السلام وويل: دا يوه ښویه دشيشوبنګله ده، او اسلام ته يې راوبلله، هغې په داسې ويلو دهغه بلنه ومنله: ای زما پالونکيه! ما ستا سره دنورو په لمانځلو پر ځان ظلم کړی و، او له سليمان سره يې دټولو مخلوقاتو پالونکي ته غاړه کېښودله

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَآ إِلَىٰ ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَـٰلِحًا أَنِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ فَإِذَا هُمْ فَرِيقَانِ يَخْتَصِمُونَ ﴿٤٥﴾

او بېشکه ثموديانو ته مو دهغوی ورور صالح عليه السلام ورولېږی، چې هغوی يوازې دالله عبادت وکړي، خو دهغه له رابلنې وروسته هغوی سملاسي دوې ډلې شول: يوه مؤمنه ډله او بله کافره او په خپلو کې يې شخړې کولې چې کومه يوه پر حقه ده

قَالَ يَـٰقَوْمِ لِمَ تَسْتَعْجِلُونَ بِٱلسَّيِّئَةِ قَبْلَ ٱلْحَسَنَةِ ۖ لَوْلَا تَسْتَغْفِرُونَ ٱللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿٤٦﴾

صالح عليه السلام هغوی ته وويل: ولې له رحمت مخکې په بيړه دعذاب غوښتنه کوئ؟ آيا تاسو له الله دخپلو ګناهونو بښنه نه غواړئ په دې هيله چې درباندې ورحميږي

قَالُوا۟ ٱطَّيَّرْنَا بِكَ وَبِمَن مَّعَكَ ۚ قَالَ طَـٰٓئِرُكُمْ عِندَ ٱللَّهِ ۖ بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌۭ تُفْتَنُونَ ﴿٤٧﴾

قوم يې په حق کې دضد کولو له امله ورته وويل: موږ په تا او په هغو مؤمنانو پورې بد شاګوم نيولی چې ستا سره دي، صالح عليه السلام هغوی ته وويل: له بدفالۍ کوم بد مصيبت نه يې را ګرځولي، له الله سره پوهه ده له هغه هيڅ پټ نه دي، بلکې تاسو يو داسې قوم ياست چې ازمويل کېږئ په هغه خير چې درته پراخه کيږي او په هغه شر چې درته رسيږي

وَكَانَ فِى ٱلْمَدِينَةِ تِسْعَةُ رَهْطٍۢ يُفْسِدُونَ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُونَ ﴿٤٨﴾

دحجر په ښار کې نهه کسان وو چې په ځمکه کې يې په کفر او ګناهونو فساد خپرولو، او په ايمان نېک عمل کولو يې سمون نه راوستلو. مخ ۶ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

قَالُوا۟ تَقَاسَمُوا۟ بِٱللَّهِ لَنُبَيِّتَنَّهُۥ وَأَهْلَهُۥ ثُمَّ لَنَقُولَنَّ لِوَلِيِّهِۦ مَا شَهِدْنَا مَهْلِكَ أَهْلِهِۦ وَإِنَّا لَصَـٰدِقُونَ ﴿٤٩﴾

ځينو يې ځينو ته وويل: ستاسو هر يو دې پر الله قسم وکړي، چې هرومرو به يې نن شپه کور ته ورځو، هغه او کورنۍ به يې وژنو، بيا به دوينې ولي (څښتن) ته وايي: موږ دصالح او دهغه دکورنۍ په وژلو کې حاضر نه وو او موږ چې څه وايو په هغو کې رېښتيني يو. ومكروامكرا ومكرنا مكرا وهم لا يشعرون

وَمَكَرُوا۟ مَكْرًۭا وَمَكَرْنَا مَكْرًۭا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿٥٠﴾

هغوی دصالح او دهغه دمؤمنو پيروانو لپاره په پټه چل جوړ کړ، موږ دهغه دمرستې او دهغوی له چل څخه دخلاصون لپاره او دهغه له قوم څخه دکافرانو دتباهۍ لپاره تدبير ونيوی، خو هغوی پردې پوه هم نه وو

فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ مَكْرِهِمْ أَنَّا دَمَّرْنَـٰهُمْ وَقَوْمَهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿٥١﴾

نو ای رسوله! فکر وکړه چې دهغوی چل او تدبير څنګه پايله ورکړه؟ بېشکه موږ له خپل لوري په سزا ورکولو هغوی له بېخه واېستل او هغوی ټول مو تباه کړل

فَتِلْكَ بُيُوتُهُمْ خَاوِيَةًۢ بِمَا ظَلَمُوٓا۟ ۗ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةًۭ لِّقَوْمٍۢ يَعْلَمُونَ ﴿٥٢﴾

دغه يې کورونه دي چې ديوالونه يې پر چتونو ور وران شوي دي او له څښتنانو يې دهغوی دظلم له امله خالي شوي، بېشکه دهغوی دظلم له امله په عذاب ور رسېدو کې دهغو خلکو لپاره پند دی چې ايمان راوړي، نو همدوی دي چې له نښانو پند اخلي

وَأَنجَيْنَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَكَانُوا۟ يَتَّقُونَ ﴿٥٣﴾

او دصالح عليه السلام له قومه مو هغه کسان وژغورل چې پر الله يې ايمان راوړی و، او له الله څخه وېرېدل دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيو څخه يې په ځان ساتلو سره

وَلُوطًا إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِۦٓ أَتَأْتُونَ ٱلْفَـٰحِشَةَ وَأَنتُمْ تُبْصِرُونَ ﴿٥٤﴾

ای رسوله! در په ياد کړه لوط، کله يې چې خپل قوم ته ويل په داسې حال کې چې هغوی يې ترټل او پر هغوی يې بد ويل: ايا تاسو يو بد کار ترسره کوئ چې هغه لواطت دی په خپلو مجلسونو کې په ښکاره ډول چې ځينې مو ځينو ته ګوري؟!

أَئِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ ٱلرِّجَالَ شَهْوَةًۭ مِّن دُونِ ٱلنِّسَآءِ ۚ بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌۭ تَجْهَلُونَ ﴿٥٥﴾

آيا تاسو سړيوته دشهوت په موخه ورځئ ښځې پرېږدئ، چې پاک لمني او اولاد نه غواړئ، بېشکه دغه حيواني شهوت پوره کول دي، بلکې پر تاسو چې ايمان، پاکي او له ګناهونو لرېوالی لا زم و، له دغو ټولو ناپوه خلک ياست

۞ فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِۦٓ إِلَّآ أَن قَالُوٓا۟ أَخْرِجُوٓا۟ ءَالَ لُوطٍۢ مِّن قَرْيَتِكُمْ ۖ إِنَّهُمْ أُنَاسٌۭ يَتَطَهَّرُونَ ﴿٥٦﴾

نو نه ود هغه دقوم جواب پرته لدې خبرې چې؛ دلوط کورنۍ له خپل کلي نه وباسئ، ځکه دوی داسې خلک دي چې کرکه کوي له پلتیو څخه، دا خبره یې دلوط پر کورنۍ دملنډو وهلو له امله کوله، ځکه هغوی ورسره په هغه ناوړه او پلیتو کارونو کې ګډون نه کاوه چې دوی به کول، بلکه پر دوی به یي بد ویل دهغه بدو کړنو له امله. مخ ۷ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

فَأَنجَيْنَـٰهُ وَأَهْلَهُۥٓ إِلَّا ٱمْرَأَتَهُۥ قَدَّرْنَـٰهَا مِنَ ٱلْغَـٰبِرِينَ ﴿٥٧﴾

نو هغه او کورنۍ مو يې وژغورل، پرته دهغه له مېرمنې چې دهغې په اړه مو دا پرېکړه کړې وه چې هغه به په سزا کې له پاتې کېدونکو څخه وي ترڅو له تباه کېدونکو څخه شي

وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِم مَّطَرًۭا ۖ فَسَآءَ مَطَرُ ٱلْمُنذَرِينَ ﴿٥٨﴾

او پر هغوی مو له آسمانه ډبرې واورولې، ډېر بد تباه کوونکی اورښت ود هغه چا لپاره چې له عذابه وېرول شوي وو خو هغوی خبره نه وه منلې

قُلِ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ وَسَلَـٰمٌ عَلَىٰ عِبَادِهِ ٱلَّذِينَ ٱصْطَفَىٰٓ ۗ ءَآللَّهُ خَيْرٌ أَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿٥٩﴾

ای رسوله! ووايه: الله لره دهغه پر نعمتونو او دنبي صلی الله عليه وسلم داصحابو لپاره دهغه له داسې عذاب څخه په ژغورنه ستاينه ده چې دلوط او صالح عليهما السلام پرقومونو راغلی و، آيا يو الله چې پر حقه دعبادت وړ دی دهر څه واک يې په لا س کې دی هغه غوره دی او که هغه معبودان چې مشرکان يې عبادت کوي چې نه دګټې واک لري او نه دزيان؟!

أَمَّنْ خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَأَنزَلَ لَكُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءًۭ فَأَنۢبَتْنَا بِهِۦ حَدَآئِقَ ذَاتَ بَهْجَةٍۢ مَّا كَانَ لَكُمْ أَن تُنۢبِتُوا۟ شَجَرَهَآ ۗ أَءِلَـٰهٌۭ مَّعَ ٱللَّهِ ۚ بَلْ هُمْ قَوْمٌۭ يَعْدِلُونَ ﴿٦٠﴾

آيا چا چې آسمانونه او ځمګه پرته له مخکېنۍ بېلګې پيداکړي، ستاسو لپاره يې له آسمانه دباران اوبه را اورولې دي ای خلکو، پر هغو مو ښکلي او ښايسته باغونه را شنه کړي دي، چې تاسو ددغو باغونو ونې له هغه څخه دخپلې بې وسۍ له امله نه شوای را شنې کولای؛ نو الله هغه ذات دی چې دغه يې را شنه کړي، آيا دالله سره په دې کارونوکې بل شریک شته؟! نه، پس برابروي خالق دمخلوق سره غټ ظالمان دي

أَمَّن جَعَلَ ٱلْأَرْضَ قَرَارًۭا وَجَعَلَ خِلَـٰلَهَآ أَنْهَـٰرًۭا وَجَعَلَ لَهَا رَوَٰسِىَ وَجَعَلَ بَيْنَ ٱلْبَحْرَيْنِ حَاجِزًا ۗ أَءِلَـٰهٌۭ مَّعَ ٱللَّهِ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٦١﴾

بل أكثرهم لا يعلمون يا هغه څوک چې ځمکه يې محکمه ثابته وګرځوله چې پر هغه چا نه خوځيږي چې پرې اوسيږي، په هغې کې يې دننه سيندونه پيداکړي چې بهيږي، غرونه يې د هغې لپاره محکموونکي ګرځولي او ددوو دريابونو ترمنځ يې - چې یو ترېو بل خوږ دی- خنډ پيدا کړی چې دمالګين پر خوږ دګډېدو مخه نيسي ترڅو خراب نه شي چې بيا دڅښلو وړ نه وي، آيا داسې لمانځلی له الله سره شتون لري؟! نه، بلکې ډیری دهغوی نه پوهیږي، که چېرې پوهېدلی؛ نو له مخلوقاتو څخه به يې هيڅوک له الله سره نه وشريک کړی

أَمَّن يُجِيبُ ٱلْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ ٱلسُّوٓءَ وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَآءَ ٱلْأَرْضِ ۗ أَءِلَـٰهٌۭ مَّعَ ٱللَّهِ ۚ قَلِيلًۭا مَّا تَذَكَّرُونَ ﴿٦٢﴾

ایا هغه ذات چې دهغه چا دعا قبلوي چې په کار کې تنګي پرې راغلې وي او کار يې سخت شوی وي، له انسان څخه ناروغي، بې وزلي او داسې نور لرې کوي، په ځمکه کې مو ځينې دځينو له يو کهول وروسته بل کهول ځای ناستي ګرځوي، آيا له الله سره بل کوم معبود داسې کولای شي؟! تاسو ډېر لږ پند او نصيحت قبلوئ

أَمَّن يَهْدِيكُمْ فِى ظُلُمَـٰتِ ٱلْبَرِّ وَٱلْبَحْرِ وَمَن يُرْسِلُ ٱلرِّيَـٰحَ بُشْرًۢا بَيْنَ يَدَىْ رَحْمَتِهِۦٓ ۗ أَءِلَـٰهٌۭ مَّعَ ٱللَّهِ ۚ تَعَـٰلَى ٱللَّهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿٦٣﴾

يشركون ایاهغه څوک چې دوچې په تيارو او ددرياب په تيارو کې دنښو او ستوريو په درولولا ر درته ښيي، څوک دی چې دداسې باران دنېږدې کېدو زيری ورکوونکي بادونه لېږي چې پر بندګانو يې رحمت وي، آيا له الله سره بل معبود شته چې داسې وکړي؟! پاک دی الله او سپېڅلی دی له هغه څه چې له مخلوقاتو يې هغوی ورسره شريکوي. مخ ۸ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

أَمَّن يَبْدَؤُا۟ ٱلْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُۥ وَمَن يَرْزُقُكُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ ۗ أَءِلَـٰهٌۭ مَّعَ ٱللَّهِ ۚ قُلْ هَاتُوا۟ بُرْهَـٰنَكُمْ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ ﴿٦٤﴾

صدقين ایاهغه څوک چې دميندو په رحمونو کې له يو پړاو وروسته دبل پړاو دپيدايښت پيل کوي، بيا يې را ژوندی کوي وروسته تردې چې مړ کړی يې وي، او څوک دی چې له آسمانه په باران ورولو روزي درکوي او له ځمکې دنبتاتوپه رازرغونولو روزي درکوي! آيا له الله سره بل کوم معبود شته چې دغه کار وکړي؟! ووايه ای رسوله! دغو مشرکانو ته: پر خپل شرک مو دليلونه راوړئ که چېرې تاسو په هغه دعوی کې رېښتيني یاست چې دا دعوی لرئ چې پرحقه ياست

قُل لَّا يَعْلَمُ مَن فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ٱلْغَيْبَ إِلَّا ٱللَّهُ ۚ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ ﴿٦٥﴾

ووايه ای رسوله: کومې پرېښتې چې په آسمانو کې دي او کوم خلک چې په ځمکه کې دي هيڅوک هم پر پټو نه پوهيږي، خو يوازې الله هغه ذات دی چې پرې پوهيږي، او له الله پرته نور ټول څه چې په آسمانو او ځمکه کې دي پر دې هم نه پوهيږي چې کله به را پاڅول کيږي

بَلِ ٱدَّٰرَكَ عِلْمُهُمْ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ ۚ بَلْ هُمْ فِى شَكٍّۢ مِّنْهَا ۖ بَلْ هُم مِّنْهَا عَمُونَ ﴿٦٦﴾

آيا دهغوی پوهه دآخرت پيروي کوي چې پرې پوه شي؟ نه داسې نه ده، بلکې هغوی دآخرت په اړه په شک او حيرانتيا کې دي، بلکې آن سترګې يې ترې ړندې شوې دي

وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ أَءِذَا كُنَّا تُرَٰبًۭا وَءَابَآؤُنَآ أَئِنَّا لَمُخْرَجُونَ ﴿٦٧﴾

او هغه کسان چې کفر يې کړی دبد ګڼلو په ډول يې وويل: آيا چې کله موږ مړه شو او خاورې شو، بيا شونې ده چې ژوندي به را پاڅول کېږو؟

لَقَدْ وُعِدْنَا هَـٰذَا نَحْنُ وَءَابَآؤُنَا مِن قَبْلُ إِنْ هَـٰذَآ إِلَّآ أَسَـٰطِيرُ ٱلْأَوَّلِينَ ﴿٦٨﴾

بېشکه زموږ سره ژمنه شوې وه او مخکې زموږ له پلرونو سره ژمنه شوې وه، چې موږ ټول به را پاڅول کېږو، خو موږ ددغې ژمنې را منځته کېدل ونه ليدل، دغه ژمنه چې زموږ ټولو سره کيږي يوازې دپخوانيو له هغودرواغجنوکيسو څخه دي چې هغوی يې په کتابونو کې ليکلې دي

قُلْ سِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَٱنظُرُوا۟ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلْمُجْرِمِينَ ﴿٦٩﴾

ای رسوله! له بېرته را پاڅېدو دغو نټه کوونکو ته ووايه: په ځمکه کې هر لوري ته وګرځئ، تر څو فکر وکړئ چې دبېرته را پاڅېدو درواغ ګڼونکو مجرمانو پايله څنګه شوه، چې هغوی مو ددرواغ ګڼلو له امله يې تباه کړل. ولا تحزن عليهم ولا تكن فى ضيق مما يمكرون

وَلَا تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَلَا تَكُن فِى ضَيْقٍۢ مِّمَّا يَمْكُرُونَ ﴿٧٠﴾

ستا له بلنې دمشرکانو په مخ اړولو له امله مه خپه کېږه او نه دې دهغوی دچل له کبله ستا سينه تنګه شي، ځکه الله دهغوی پر خلاف ستا مرسته کوونکی دی

وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَـٰذَا ٱلْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ ﴿٧١﴾

ستا له قومه دبېرته را پاڅېدو څخه انکار کوونکي کافران وايي: کله به وي دهغه سزا ژمنه چې ته او مؤمنان يې له موږ سره کوئ، که چېرې تاسې رېښتيني ياست په دغه دعوی کې چې کوئ يې؟

قُلْ عَسَىٰٓ أَن يَكُونَ رَدِفَ لَكُم بَعْضُ ٱلَّذِى تَسْتَعْجِلُونَ ﴿٧٢﴾

هغوی ته ووايه: ای رسوله! کېدی شي ځينې برخه دهغې سزا درته نېږدې شوې وي چې تاسو يې په بيړه غواړئ. مخ ۹ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَإِنَّ رَبَّكَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى ٱلنَّاسِ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَشْكُرُونَ ﴿٧٣﴾

او بېشکه ستا پالونکی ای رسوله! پر خلکو دلورېينې څښتن دی، چې هغوی ته په سزا ورکولو کې بيړه نه کوي، سره له دې چې هغوی په کفر او ګناهونو کې اخته وي، خو ډېری له خلکو دالله پر هغو نعمتونو شکر نه وباسي چې پرې کړي دي. وإن ربك ليعلمما تكن صدورهم وما يعلنون

وَإِنَّ رَبَّكَ لَيَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُورُهُمْ وَمَا يُعْلِنُونَ ﴿٧٤﴾

او بېشکه پالونکی دې پر هغه پوهيږي چې بندګان يې په زړونو کې پټوي او څه چې ښکاره کوي، له هغه هيڅ هم پټ نه دي او پر هغو به جزا ورکړي

وَمَا مِنْ غَآئِبَةٍۢ فِى ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ إِلَّا فِى كِتَـٰبٍۢ مُّبِينٍ ﴿٧٥﴾

اونشته هیڅ یوشی چې هغه پټ وي دخلکوڅخه په آسمان کې اونه په ځمکه کې مګر هغه په څرګند کتاب لوح محفوظ کې شتون لري

إِنَّ هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانَ يَقُصُّ عَلَىٰ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ أَكْثَرَ ٱلَّذِى هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿٧٦﴾

بېشکه دغه پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل شوی قرآن بني اسرائيلو ته ډېری هغه څه بيانوي چې هغوی پکې اختلاف کوي او دهغوی کوږوالی څرګندوي. وإ نه لهدى ورحمة للمؤمنين

وَإِنَّهُۥ لَهُدًۭى وَرَحْمَةٌۭ لِّلْمُؤْمِنِينَ ﴿٧٧﴾

او دا قرآن دهغو مؤمنانو لپاره لا رښوونه او لورېينه ده چې پر هغه څه عمل کوونکي دي چې په هغه کې راغلي

إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِى بَيْنَهُم بِحُكْمِهِۦ ۚ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْعَلِيمُ ﴿٧٨﴾

بېشکه پالونکی دې ای رسوله! دخلکو ترمنځ - چې مؤمنان هم دي او کافران هم دي - دقيامت په ورځ په انصاف پرېکړه کوي، پر مؤمن رحم کوي او کافر ته سزا ورکوي، هغه برلاسی دی چې له خپلو دوښمنانو غچ اخلي او هيڅوک پر هغه نشي برلاسی کېدلای، داسې پوه دی چې حق او باطل نه ور څخه ګډوډيږي

فَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ ۖ إِنَّكَ عَلَى ٱلْحَقِّ ٱلْمُبِينِ ﴿٧٩﴾

نو پر الله بروسه وکړه او په ټولو چارو کې پر هغه باور وکړه، بېشکه ته پر څرګند حق يې

إِنَّكَ لَا تُسْمِعُ ٱلْمَوْتَىٰ وَلَا تُسْمِعُ ٱلصُّمَّ ٱلدُّعَآءَ إِذَا وَلَّوْا۟ مُدْبِرِينَ ﴿٨٠﴾

پرته له شکه اې رسوله! ته هغه مړي نشې اورولای چې پر الله دکفر له امله يې زړونه مړه شوي اونه هغه څوک اورولای شې چې الله يې دحق له اورولو غوږونه کاڼه کړي دي، هغه څه ته يې چې رابولې، کله چې ګرځي، له تا څخه مخ اړوونکي وي

وَمَآ أَنتَ بِهَـٰدِى ٱلْعُمْىِ عَن ضَلَـٰلَتِهِمْ ۖ إِن تُسْمِعُ إِلَّا مَن يُؤْمِنُ بِـَٔايَـٰتِنَا فَهُم مُّسْلِمُونَ ﴿٨١﴾

ته دهغه چا لا رښوونکی نه يې چې له حقه يې سترګې ړندې شوې وي؛ نو مه پرې خپه کېږه او ځان دې په هغه څه کې ستړی کړه چې توان يې لرې چې پر حق پوه شې، مګر هغه څوک چې زموږ پر آيتونو ايمان لري؛ نو هغوی دالله امرونو ته غاړه اېښودونکي دي. مخ ۱۰ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

۞ وَإِذَا وَقَعَ ٱلْقَوْلُ عَلَيْهِمْ أَخْرَجْنَا لَهُمْ دَآبَّةًۭ مِّنَ ٱلْأَرْضِ تُكَلِّمُهُمْ أَنَّ ٱلنَّاسَ كَانُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا لَا يُوقِنُونَ ﴿٨٢﴾

کله چې پر هغوی عذاب راشي او پر کفر او ګناهونو يې دټينګار له امله عذاب پرې ثابت شي، او تر ټولو ناوړه خلک پاتې شي، هغوی ته به دقيامت په را نېږدې کېدو سره دلويو نښو څخه ديوې نښې په توګه له ځمکې يو ځناور را وباسو چې له هغوی سره به داسې خبرې کوي چې هغوی به پرې پوهيږي هغه دا چې خلکو زموږ پر نبي، زموږ نازل شوي آيتونه نه منل. ويوم نحشر من كل أم ة فوجا ممن يكذب بٔايتنا فهم يوزعون

وَيَوْمَ نَحْشُرُ مِن كُلِّ أُمَّةٍۢ فَوْجًۭا مِّمَّن يُكَذِّبُ بِـَٔايَـٰتِنَا فَهُمْ يُوزَعُونَ ﴿٨٣﴾

ای رسوله! در په ياد کړه هغه ورځ چې دامتونو له هر امت څخه به دهغوی له لويانو يوه ډله داسې کسان را غونډ کړو چې زموږ آيتونه يې درواغ ګڼل، لومړي به يې وروستيو ته وروګرځوو، بيا به حساب ته بوتلل شي

حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءُو قَالَ أَكَذَّبْتُم بِـَٔايَـٰتِى وَلَمْ تُحِيطُوا۟ بِهَا عِلْمًا أَمَّاذَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿٨٤﴾

دهغوی بوول به همداسې دوام وکړي، تردې چې هغوی به دحساب ميدان ته راشي، الله به درټنې په توګه ورته ووايي: آيا زما هغه آيتونه مو درواغ ګڼل چې زما پر يووالي يې دلالت کولو او زما پر شريعت مشتمل وو، او تاسو ته در معلوم هم نه وو چې هغه باطل دي؛ نو بيا څنګه درته روا وه چې هغه مو درواغ ګڼل، ( یعنې لومړی به مو ځان پوه کړی و، بیا به مو دحق او یا باطل په اړه پریکړه کوله)

وَوَقَعَ ٱلْقَوْلُ عَلَيْهِم بِمَا ظَلَمُوا۟ فَهُمْ لَا يَنطِقُونَ ﴿٨٥﴾

پر هغوی به عذاب را ښکته شي، دهغوی ددغو ظلم له امله چې پر الله يې کفر کړی او دهغه آيتونه يې درواغ ګڼلي دي؛ نو هغوی به له خپلو ځانونو څخه ددفاع په موخه له دغه کار څخه دعاجزۍ او دهغوی ددليلونو دبطلان له امله خبرې نه شي کولای

أَلَمْ يَرَوْا۟ أَنَّا جَعَلْنَا ٱلَّيْلَ لِيَسْكُنُوا۟ فِيهِ وَٱلنَّهَارَ مُبْصِرًا ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّقَوْمٍۢ يُؤْمِنُونَ ﴿٨٦﴾

آيا دغه دبېرته را ژوندي کېدو درواغ ګڼونکي نه ويني چې موږ شپه څنګه ګرځولې چې هغوی په خوب کولو آرام پکې کوي، او ورځ مو روښانه ګرځولې چې پکې ويني، ترڅو خپلو کارونو خوا ته هڅه وکړي، بېشکه په دغه تکراري مرګ او له هغه وروسته را ژوندي کېدو کې دهغو خلکو لپاره څرګندې نښانې دي چې ايمان راوړي

وَيَوْمَ يُنفَخُ فِى ٱلصُّورِ فَفَزِعَ مَن فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَن فِى ٱلْأَرْضِ إِلَّا مَن شَآءَ ٱللَّهُ ۚ وَكُلٌّ أَتَوْهُ دَٰخِرِينَ ﴿٨٧﴾

ای رسوله! در په ياد کړه هغه ورځ چې په پوکي ګومارل شوې پرېښته ددويم ځل لپاره په ښکر کې پوکی وکړي؛ نو ټول هغه څوک چې په آسمانونو او ځمکه کې دي په وېره به ووېريږي پرته له هغه چا چې الله په خپله پېرزوينه له وېرې ژغورلي وي، او ټول دالله مخلوقات به هغه ته په دغه ورځ غاړه اېښودونکي سرټيټي راشي

وَتَرَى ٱلْجِبَالَ تَحْسَبُهَا جَامِدَةًۭ وَهِىَ تَمُرُّ مَرَّ ٱلسَّحَابِ ۚ صُنْعَ ٱللَّهِ ٱلَّذِىٓ أَتْقَنَ كُلَّ شَىْءٍ ۚ إِنَّهُۥ خَبِيرٌۢ بِمَا تَفْعَلُونَ ﴿٨٨﴾

او په دغه ورځ به غرونه وينې چې ته به ګومان کوې چې کلک ولاړ دي خوځښت نه کوي او په حقيقت کې به دورېځې غوندې تېز ځي، الله داسې جوړ کړي دي او همغه ذات به يې خوځوي، بېشکه هغه پر هغه څه خبر دی چې تاسو يې کوئ، ستاسو له کړنو له هغه څه پټ نه دي، او پر هغو به جزا درکړي

مَن جَآءَ بِٱلْحَسَنَةِ فَلَهُۥ خَيْرٌۭ مِّنْهَا وَهُم مِّن فَزَعٍۢ يَوْمَئِذٍ ءَامِنُونَ ﴿٨٩﴾

دقيامت په ورځ چې څوک له ايمان او نيک عمل سره راشي هغه لره به جنت وي، او هغوی به دقيامت په ورځ له وېرې څخه دالله په امن ورکولو ډاډه وي. مخ ۱۱ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَمَن جَآءَ بِٱلسَّيِّئَةِ فَكُبَّتْ وُجُوهُهُمْ فِى ٱلنَّارِ هَلْ تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿٩٠﴾

او څوک چې له کفر او ګناهونو سره راشي، هغوی لره به اور وي چې پړ مخې به پکې اچول کيږي، او دترټنې او سپکاوي په ډول به ورته ويل کيږي: آيا تاسو ته له هغه څه پرته دبل څه سزا درکول کيږي چې په دنيا کې مو کوم کفر او ګناهونه کول؟

إِنَّمَآ أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ رَبَّ هَـٰذِهِ ٱلْبَلْدَةِ ٱلَّذِى حَرَّمَهَا وَلَهُۥ كُلُّ شَىْءٍۢ ۖ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ ٱلْمُسْلِمِينَ ﴿٩١﴾

ای رسوله! هغوی ته ووايه: بېشکه ماته خو يوازې دا امر شوی چې دهغې مکې دپالونکي عبادت وکړم چې محترمه يې ګرځولې ده، چې په هغې کې به وينه نه توييږي، په هغې کې به پر هيچا ظلم نه کيږي، دهغې ښکار به نه وژل کيږي او دهغې ونې به نه پرې کيږي او همغه پاک ذات لره دهر څه واک دی، او ماته امر شوی چې الله لره له تسليمېدونکو او په پيروۍ له غاړه اېښودونکو شم

وَأَنْ أَتْلُوَا۟ ٱلْقُرْءَانَ ۖ فَمَنِ ٱهْتَدَىٰ فَإِنَّمَا يَهْتَدِى لِنَفْسِهِۦ ۖ وَمَن ضَلَّ فَقُلْ إِنَّمَآ أَنَا۠ مِنَ ٱلْمُنذِرِينَ ﴿٩٢﴾

او ما ته دغه امر شوی چې پر خلکو قرآن ولولم، چا چې دهغه لا رښوونه غوره کړه او پر هغه څه يې عمل وکړ چې پکې دي؛ نو دلارښوونې ګټه به يې ځانته ورسيږي، او څوک چې لا ر ورکی شو او له هغه څه يې مخ واړوی او نټه يې ترې وکړه چې په هغو کې دي او پر هغه څه يې عمل ونه کړچې پکې دي؛ نو هغه ته ووايه: بېشکه زه يوازې له وېروونکو يم چې تاسو دالله له عذاب څخه وېروم اولا رښوونه زما په لا س کې نه ده

وَقُلِ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ سَيُرِيكُمْ ءَايَـٰتِهِۦ فَتَعْرِفُونَهَا ۚ وَمَا رَبُّكَ بِغَـٰفِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿٩٣﴾

ای رسوله! ورته ووايه: الله لره دهغه پر هغو نعمتونو ستاينه ده چې نه شمېرل کيږي، الله به تاسو ته ستاسو په ځانونو، آسمان، ځمکه او روزۍ کې خپلې نښانې دروښيي، تاسو به يې داسې وپېژنئ چې پر حق باور کولو خوا ته به مولا رښوونه وکړي، ستاسو پالونکی له هغه څه بې خبره نه دی چې تاسو يې کوئ، بلکې هغه پرې خبر دی، له هغه هيڅ هم پټ نه دي او تاسو ته به پرې جزا درکړي. مخ ۱۲ له ۱۲ moc.hgelp

زده کړه · النمل — An-Naml

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې