طسٓمٓ ﴿١﴾
ددې په شان حروفو باندې بحث دسورت بقرې په اول کې تیر شوی
کور›تفسیر›الشعراء (٢٦)
مکي · ٢٢٧ آیتونه
طسٓمٓ ﴿١﴾
ددې په شان حروفو باندې بحث دسورت بقرې په اول کې تیر شوی
تِلْكَ ءَايَـٰتُ ٱلْكِتَـٰبِ ٱلْمُبِينِ ﴿٢﴾
دغه دهغه قرآن آيتونه دي چې دحق له باطل څخه بېلوونکی دی. لعلك بخع نفسك ألا يكونوامؤمنين
لَعَلَّكَ بَـٰخِعٌۭ نَّفْسَكَ أَلَّا يَكُونُوا۟ مُؤْمِنِينَ ﴿٣﴾
ښايي ای رسوله دخپل زيات حرص له امله چې هغوی ولې په سمه لا ر نه دي، دهغوی پر سمه لا ر راتلو دغم او حرص له کبله دځان وژونکی شې
إِن نَّشَأْ نُنَزِّلْ عَلَيْهِم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ ءَايَةًۭ فَظَلَّتْ أَعْنَـٰقُهُمْ لَهَا خَـٰضِعِينَ ﴿٤﴾
که له آسمانه کومه نښانه ورباندې ښکته کول وغواړو، ورباندې ښکته به يې کړو، چې غاړې به يې ذليله ورته ټيټې وي، خو دهغوی دازمايښت له امله مو دا نه دي غوښتي: چې آيا هغوی پر پټو ايمان راوړي؟
وَمَا يَأْتِيهِم مِّن ذِكْرٍۢ مِّنَ ٱلرَّحْمَـٰنِ مُحْدَثٍ إِلَّا كَانُوا۟ عَنْهُ مُعْرِضِينَ ﴿٥﴾
دغو مشرکانو ته چې هر نوی نصيحت درحمان لخوا- له داسې دلايلو سره - را نازليږي چې دالله پر يووالي او دنبي پر رېښتينولۍ دلالت کوي، هغوی يې له اورېدو او منلو مخ اړوي
فَقَدْ كَذَّبُوا۟ فَسَيَأْتِيهِمْ أَنۢبَـٰٓؤُا۟ مَا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ ﴿٦﴾
کله چې هغوی هغه څه درواغ وګڼل چې رسول يې ورته راوړي وو؛ نو هغوی ته دبه هغو خبرونو حقيقت راشي چې ملنډې يې پرې وهلې او عذاب به پرې رانازل شي
أَوَلَمْ يَرَوْا۟ إِلَى ٱلْأَرْضِ كَمْ أَنۢبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ زَوْجٍۢ كَرِيمٍ ﴿٧﴾
آيا دغه کسان پر خپل کفر ټينګار کوونکي پاتې شول، زمکې ته يې ونه کتل چې له هر ډول څخه مو څومره بېلابېلې شينګياوې چې ښکلی منظر او زياتې ګټې لري پکې را شنې کړېدي؟!
إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةًۭ ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ﴿٨﴾
بېشکه په ځمکه کې بېلابېلې شينګياوې را شنې کول، دهغه چا پر قدرت څرګند دلالت دی چې مړي به را ژوندي کوي، خو دهغوی ډېری باور کوونکي نه دي
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ ﴿٩﴾
او بېشکه ستا پالونکی ای رسوله! داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلی، پر بندګانو يې مهربانه دی. مخ ۱ له ۲۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَإِذْ نَادَىٰ رَبُّكَ مُوسَىٰٓ أَنِ ٱئْتِ ٱلْقَوْمَ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿١٠﴾
او (درياد كړه) ای پيغمبره! کله چې آواز وکړ ستا رب موسی ته پداسې حال چې امر کوونکی وهغه ته پدې خبره چې هغه ظالم قوم ته لاړ شي چې په الله جیې کفر کړی او دموسی قوم یې خپل مریان ګرځولي دي
قَوْمَ فِرْعَوْنَ ۚ أَلَا يَتَّقُونَ ﴿١١﴾
او هغوی دفرعون قوم دی، چې هغوی ته په نرمۍ اوښه توګه له الله څخه دوېرې حکم کوه تر څو دهغه امرونه ومني او له نواهيوو څخه يې ډډه وکړي
قَالَ رَبِّ إِنِّىٓ أَخَافُ أَن يُكَذِّبُونِ ﴿١٢﴾
موسی عليه السلام وويل: بېشکه زه له دې خبرې ډارېږم چې په هغه څه کې به مې درواغجن وګني چې ستا لخوا يې ور رسوم. ويضيق صدرى ولا ينطلق لسانى فأرسل إلى هرون
وَيَضِيقُ صَدْرِى وَلَا يَنطَلِقُ لِسَانِى فَأَرْسِلْ إِلَىٰ هَـٰرُونَ ﴿١٣﴾
دهغوی ددرواغ ګڼلو له امله مې سينه تنګيږي او له خبرو مې ژبه بنديږي؛ نو جبريل عليه اسلام زما ورور هارون ته ولېږه ترڅو هغه زما مرستيال شي. ولهم على ذنب فأخاف أن يقتلون
وَلَهُمْ عَلَىَّ ذَنۢبٌۭ فَأَخَافُ أَن يَقْتُلُونِ ﴿١٤﴾
او دهغوی لخوا پر ما يوه ګناه هم شته دقبطي دوژلو له امله، وېرېږم چې وبه مې وژني
قَالَ كَلَّا ۖ فَٱذْهَبَا بِـَٔايَـٰتِنَآ ۖ إِنَّا مَعَكُم مُّسْتَمِعُونَ ﴿١٥﴾
الله موسی عليه السلام ته وويل: هيڅکله نه، هيڅکله دې نه شي وژلی، ته او ورور دې هارون زموږ له داسې نښانو سره ورشئ چې ستاسو پر رېښتينولۍ دلالت کوونکې دي، پرته له شکه موږ ستاسو سره يو په مرسته او ملاتړ دهغه څه اورېدونکي يو چې تاسو يې وايئ او هغه څه چې تاسو ته ویل کیږي، له دغه څخه له موږ هيڅ هم نه پاتې کيږي
فَأْتِيَا فِرْعَوْنَ فَقُولَآ إِنَّا رَسُولُ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿١٦﴾
دواړه فرعون ته ورشئ ورته ووايئ: پرته له شکه موږ تاته دټولو مخلوقاتو لخوا رالېږل شوي يو
أَنْ أَرْسِلْ مَعَنَا بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ﴿١٧﴾
دا چې بني اسرائيل له موږ سره ولېږې. قال ألم نربك فينا وليدا ولبثت فينا من عمرك سنين
قَالَ أَلَمْ نُرَبِّكَ فِينَا وَلِيدًۭا وَلَبِثْتَ فِينَا مِنْ عُمُرِكَ سِنِينَ ﴿١٨﴾
فرعون، موسی عليه السلام ته وويل: آيا موږ ته کوچنی له ځان سره ونه روزلې، او دخپل عمر يوشمېر کلونه دې له موږ سره تېر کړل؛ نو بيا څه شي دنبوت دعوې ته وهڅولې؟!
وَفَعَلْتَ فَعْلَتَكَ ٱلَّتِى فَعَلْتَ وَأَنتَ مِنَ ٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿١٩﴾
او لوی کار دې وکړ، کله چې دې دخپل قوم ديو سړي دمرستې په موخه قبطي ووژلو، او ته دهغو نعمتونو څخه نټه کوونکی يې چې زموږ لخوا پر تا دي. مخ ۲ له ۲۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قَالَ فَعَلْتُهَآ إِذًۭا وَأَنَا۠ مِنَ ٱلضَّآلِّينَ ﴿٢٠﴾
موسی عليه السلام، فرعون ته داعتراف کوونکي په توګه وويل: دغه سړی ما وواژه په داسې حال کې چې ماته له وحي راتلو مخکې زه له ناپوهانو وم
فَفَرَرْتُ مِنكُمْ لَمَّا خِفْتُكُمْ فَوَهَبَ لِى رَبِّى حُكْمًۭا وَجَعَلَنِى مِنَ ٱلْمُرْسَلِينَ ﴿٢١﴾
دهغه له وژلو وروسته دمدين کلي ته له تاسو څخه وتښتیدلم، کله چې ستاسو لخوا له وژلو وډار شوم؛ نو پالونکي مې پوهه راکړه او له هغو رسولانو يې وګرځولم چې خلکو ته يې لېږي
وَتِلْكَ نِعْمَةٌۭ تَمُنُّهَا عَلَىَّ أَنْ عَبَّدتَّ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ﴿٢٢﴾
ستا لخوا زما روزنه پرته له دې چې مرېيی مې وګرځوې سره له دې چې بني اسرائيل دې مرېيان ګرځولي دي دا په رېښتيا کومه داسې پېرزوينه چې ته يې احسان پر ما اچوې، خو دا کار مې ستا له بلنې څخه نه منع کوي
قَالَ فِرْعَوْنُ وَمَا رَبُّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٢٣﴾
فرعون، موسی عليه السلام ته وويل: دا دمخلوقاتو رب بيا څوک دی چې ګومان کوې ته دهغه رسول يې؟
قَالَ رَبُّ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَآ ۖ إِن كُنتُم مُّوقِنِينَ ﴿٢٤﴾
موسی، فرعون ته دځواب ويونکي په توګه وويل: دمخلوقاتو پالونکی، دآسمانونو، زمکې او څه چې دهغوی تر منځ دي دهغو پالونکی دی، که چېرې تاسو باور کوونکي ياست چې هغه يې پالونکی دی؛ نو يوازې هغه ولمانځئ. قال لمن حوله ألا تستمعون
قَالَ لِمَنْ حَوْلَهُۥٓ أَلَا تَسْتَمِعُونَ ﴿٢٥﴾
فرعون خپل شاوخوا دقوم سردارانو ته يې وويل: آيا دموسی ځواب او هغه درواغجن ګومان ته مو غوږ دی؟!
قَالَ رَبُّكُمْ وَرَبُّ ءَابَآئِكُمُ ٱلْأَوَّلِينَ ﴿٢٦﴾
هغوی ته موسی وويل: الله ستاسو او ستاسو دلومړنيو پلرونو پالونکی دی
قَالَ إِنَّ رَسُولَكُمُ ٱلَّذِىٓ أُرْسِلَ إِلَيْكُمْ لَمَجْنُونٌۭ ﴿٢٧﴾
فرعون وويل: پرته له شکه هغه کس چې ګومان کوي چې تاسوته را لېږل شوی، لېونی دی، نه پوهيږي چې څنګه ځواب ووايي او هغه څه وايي چې نه پرې پوهيږي
قَالَ رَبُّ ٱلْمَشْرِقِ وَٱلْمَغْرِبِ وَمَا بَيْنَهُمَآ ۖ إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ ﴿٢٨﴾
موسی وويل:هغه الله چې زه مو ورته رابولم دختيځ، لوېديځ او دهغو تر منځ چې څه دي دهغو پالونکی دی، که چېرې تاسو عقلونه لرئ او کار ترې اخلئ
قَالَ لَئِنِ ٱتَّخَذْتَ إِلَـٰهًا غَيْرِى لَأَجْعَلَنَّكَ مِنَ ٱلْمَسْجُونِينَ ﴿٢٩﴾
فرعون په دليل وړاندې کولو کې له عاجزه کېدو وروسته، موسی ته وويل: که دې له ما پرته دبل معبود عبادت وکړ، هرومرو به دې له بنديانو وګرځوم. مخ ۳ له ۲۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر قال أولو جئتك بشىء م بين
قَالَ أَوَلَوْ جِئْتُكَ بِشَىْءٍۢ مُّبِينٍۢ ﴿٣٠﴾
موسی عليه السلام، فرعون ته وويل: آيا ته ما له بنديانو ګرځوې که څه هم زه تاته داسې څه راوړم چې هغه زما دا رېښتينولي بيانوي چې زه درته دالله له لورې راغلی يم؟
قَالَ فَأْتِ بِهِۦٓ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّـٰدِقِينَ ﴿٣١﴾
ويې ويل:هغه څه راوړه چې ياد دې کړل چې ستا پر رېښتينولي دلالت کوي، که چېرې ته په هغه څه کې له رېښتينو څخه وې چې دعوی يې کوې. فألق عصاه فإذا هى ثعبان م بين
فَأَلْقَىٰ عَصَاهُ فَإِذَا هِىَ ثُعْبَانٌۭ مُّبِينٌۭ ﴿٣٢﴾
نو موسی خپله لکړه په ځمکه وغورځوله؛ نو هغه سملاسي دليدونکو لپاره په ښکاره ښامار بدله شوه
وَنَزَعَ يَدَهُۥ فَإِذَا هِىَ بَيْضَآءُ لِلنَّـٰظِرِينَ ﴿٣٣﴾
او خپل لا س يې په ګرېوان کې ننه اېستی چې سپين نه و، خو سپين نوراني يې ترې راوويستی چې دفيس ناروغۍ له سپينوالی هم نه و، ليدونکو همداسې وليدی. قال للملإ حوله إن هذا لسحرعليم
قَالَ لِلْمَلَإِ حَوْلَهُۥٓ إِنَّ هَـٰذَا لَسَـٰحِرٌ عَلِيمٌۭ ﴿٣٤﴾
فرعون دخپل قوم چاپېرو سردارانوته وويل: پرته له شکه دغه سړی پر کوډو پوه کوډګر دی. يريد أن يخرجكم من أرضكم بسح ره فماذا تأ مرون
يُرِيدُ أَن يُخْرِجَكُم مِّنْ أَرْضِكُم بِسِحْرِهِۦ فَمَاذَا تَأْمُرُونَ ﴿٣٥﴾
غواړي په خپلو کوډو تاسو له خپلې ځمکې وباسي؛ نو ستاسو رايه څه ده دهغه څه په اړه چې له هغه سره يې وکړو؟
قَالُوٓا۟ أَرْجِهْ وَأَخَاهُ وَٱبْعَثْ فِى ٱلْمَدَآئِنِ حَـٰشِرِينَ ﴿٣٦﴾
هغوی ورته وويل: هغه او ورور يې وروسته وکړه، دهغوی په سزا کې بيړه مه کوه، دمصر ښارونو ته خلک ولېږه چې کوډګر را ټول کړي. يأ توك بكل سحار عليم
يَأْتُوكَ بِكُلِّ سَحَّارٍ عَلِيمٍۢ ﴿٣٧﴾
تاته به هر په کوډو پوه کوډګر راولي
فَجُمِعَ ٱلسَّحَرَةُ لِمِيقَـٰتِ يَوْمٍۢ مَّعْلُومٍۢ ﴿٣٨﴾
نو فرعون خپل کوډګر په ټاکلي ځای او ټاکلي وخت کې دموسی دمقابلې لپاره راټول کړل. وقيل للناس هل أنتم م جتمعون
وَقِيلَ لِلنَّاسِ هَلْ أَنتُم مُّجْتَمِعُونَ ﴿٣٩﴾
او خلکو ته وويل شول: آيا تاسو راټولېږئ چې ووينئ چې موسی برلاسی دی او که کوډګر؟. مخ ۴ له ۲۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
لَعَلَّنَا نَتَّبِعُ ٱلسَّحَرَةَ إِن كَانُوا۟ هُمُ ٱلْغَـٰلِبِينَ ﴿٤٠﴾
په دې هيله چې موږ به په دين کې دکوډګرو پيروي وکړو، که چېرې هغوی لره پر موسی برلاسي وه
فَلَمَّا جَآءَ ٱلسَّحَرَةُ قَالُوا۟ لِفِرْعَوْنَ أَئِنَّ لَنَا لَأَجْرًا إِن كُنَّا نَحْنُ ٱلْغَـٰلِبِينَ ﴿٤١﴾
نو کله چې کوډګر فرعون ته راغلل تر څو پر موسی برلاسي شي، هغه ته يې وويل: آيا موږ ته به کومه مادي يا معنوي بدله وي که چېرې موږ لره پر موسی برلاسی و
قَالَ نَعَمْ وَإِنَّكُمْ إِذًۭا لَّمِنَ ٱلْمُقَرَّبِينَ ﴿٤٢﴾
فرعون هغوی ته وويل: هو تاسو لره به بدله وي، دهغه پرخلاف ستاسو دبريا په حالت کې به تاسو زما له نږدې کسانو څخه وئ چې لوړې رتبې به درکړم
قَالَ لَهُم مُّوسَىٰٓ أَلْقُوا۟ مَآ أَنتُم مُّلْقُونَ ﴿٤٣﴾
موسی په داسې حال کې چې دالله پر مرسته باوري او ددې خبرې بيانوونکی وچې څه له هغه سره دي هغه کوډې نه دي، هغوی ته يې وويل: وغورځوئ هغه رسۍ او لکڼې تاسو يې غورځوونکي ياست
فَأَلْقَوْا۟ حِبَالَهُمْ وَعِصِيَّهُمْ وَقَالُوا۟ بِعِزَّةِ فِرْعَوْنَ إِنَّا لَنَحْنُ ٱلْغَـٰلِبُونَ ﴿٤٤﴾
هغوی خپلې رسۍ او لکڼې وغورځولې او دغورځولو پر مهال يې وويل: دفرعون پر لويۍ موږ برلاسي يو، او موسی به مغلوب وي. فألق موس عصاه فإذا هى تلقف ما يأ فكون
فَأَلْقَىٰ مُوسَىٰ عَصَاهُ فَإِذَا هِىَ تَلْقَفُ مَا يَأْفِكُونَ ﴿٤٥﴾
موسی چې لکڼه وغورځوله، هغه ماروګرځېدله؛ نو هغې سملاسي هغه څه تېرول پيل کړل چې خلکو ته يې له کوډو څه ښکارول
فَأُلْقِىَ ٱلسَّحَرَةُ سَـٰجِدِينَ ﴿٤٦﴾
کله چې کوډګرو دموسی لکڼه وليدله چې دهغوی غورځول شوي دکوډو توکي يې تېرول، سملاسي په سجده پرېوتل
قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا بِرَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٤٧﴾
هغوی وويل: موږ دټولو مخلوقاتو پر پالونکي ايمان راوړ. رب موس وهرون
رَبِّ مُوسَىٰ وَهَـٰرُونَ ﴿٤٨﴾
دموسی او هارون عليهما السلام پر پالونکي
قَالَ ءَامَنتُمْ لَهُۥ قَبْلَ أَنْ ءَاذَنَ لَكُمْ ۖ إِنَّهُۥ لَكَبِيرُكُمُ ٱلَّذِى عَلَّمَكُمُ ٱلسِّحْرَ فَلَسَوْفَ تَعْلَمُونَ ۚ لَأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُم مِّنْ خِلَـٰفٍۢ وَلَأُصَلِّبَنَّكُمْ أَجْمَعِينَ ﴿٤٩﴾
وأ رجلكم من خلف ولأ صلبنكم أ جمعين فرعون، دکوډګرو دايمان پر بد ګيلو سره وويل: آيا تاسو مخکې له دې چې زه اجازه درته وکړم پر موسی ايمان راوړ؟! پرته له شکه همدغه موسی ستاسو هغه مشر و چې تاسو ته يې کوډې درښودلې وې او تاسو ټول په يوه خوله شوي ياست تر څو دمصر خلک له خپل ښاره وباسئ؛ نو ژر به پوه شئ چې زه څنګه سزا درکوم، مخ ۵ له ۲۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر هرومرو به دهر يوه ديو لوري پښه دبل لوري لا س چې ښۍ پښه او چپ لا س يا سرچپه ور پرې کړم، او هرومرو به تاسو ټول دخرماوو پر ونو را وځړوم او هيڅوک به له تاسو پرې نه ږدم
قَالُوا۟ لَا ضَيْرَ ۖ إِنَّآ إِلَىٰ رَبِّنَا مُنقَلِبُونَ ﴿٥٠﴾
کوډګرو، فرعون ته وويل: په دنيا کې چې دکومو پرې کولو او ځړولو ګوت څنډنه راته کوې، هغه دومره تاواني نه دی، ستا سزا پای ته رسېدونکې ده، موږ خپل پالونکي ته ورتلونکي يو او موږ په خپله تلپاتې پېرزوينه کې داخل کړي
إِنَّا نَطْمَعُ أَن يَغْفِرَ لَنَا رَبُّنَا خَطَـٰيَـٰنَآ أَن كُنَّآ أَوَّلَ ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿٥١﴾
موږ هيله لرو چې الله زموږ هغه پخوانۍ تېروتنې له منځه يوسي کومې چې مو ترسره کړي دي ددې له امله چې موږ تر ټولو لومړی پر موسی ايمان راوړ او هغه مو رېښينی وبللو
۞ وَأَوْحَيْنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ أَنْ أَسْرِ بِعِبَادِىٓ إِنَّكُم مُّتَّبَعُونَ ﴿٥٢﴾
او موسی ته مو دامر کوونکو په توګه وحي وکړه، چې بني اسرائيل دشپې له لوري دررسره روان کړه، ځکه فرعون او څوک چې له هغه دي ورپسې دي تر څو یې بیرته راوګرځوي
فَأَرْسَلَ فِرْعَوْنُ فِى ٱلْمَدَآئِنِ حَـٰشِرِينَ ﴿٥٣﴾
نو فرعون ځنې عسکر ښارونو ته ولیږل تر څو نورې لښکرې راغونډې کړي او بني اسرائیل یې پر مټ بیرته راوګرځوي، هغه مهال چې فرعون یې له مصر څخه په تللو پوه شو
إِنَّ هَـٰٓؤُلَآءِ لَشِرْذِمَةٌۭ قَلِيلُونَ ﴿٥٤﴾
فرعون دبني اسرائلو په کم ګڼلو سره وويل: دغه بني اسرائيل يوه کوچنۍ ډله ده
وَإِنَّهُمْ لَنَا لَغَآئِظُونَ ﴿٥٥﴾
او هغوی دهغه څه کوونکي دي چې موږ پر هغوی په غوسه کوي. وإنا لجميع حذرون
وَإِنَّا لَجَمِيعٌ حَـٰذِرُونَ ﴿٥٦﴾
او پرته له شکه موږ هغوی ته چمتو او بيداره يو. فأخرجنهم من جنت وعيون
فَأَخْرَجْنَـٰهُم مِّن جَنَّـٰتٍۢ وَعُيُونٍۢ ﴿٥٧﴾
نو فرعون او دهغه قوم مو دمصر دزياتو باغونو او داوبو چينو لرونکې ځمکې را ويستل. وكنوز ومقام كريم
وَكُنُوزٍۢ وَمَقَامٍۢ كَرِيمٍۢ ﴿٥٨﴾
دمال لرونکو خزانو اوښکلو ځايونو څخه. مخ ۶ له ۲۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
كَذَٰلِكَ وَأَوْرَثْنَـٰهَا بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ﴿٥٩﴾
لکه څنګه مو چې فرعون او دهغه قوم له دغو نعمتونو څخه واېستل، له هغوی وروسته مو دشام په ښارونو کې، بني اسرائيلو ته دغه نعمتونه ورکړل. فأ تبعوهم م شرقين
فَأَتْبَعُوهُم مُّشْرِقِينَ ﴿٦٠﴾
نو فرعون او دهغه قوم دلمر دښه راپورته کېدو پر مهال په بني اسرائيلو پسې شول
فَلَمَّا تَرَٰٓءَا ٱلْجَمْعَانِ قَالَ أَصْحَـٰبُ مُوسَىٰٓ إِنَّا لَمُدْرَكُونَ ﴿٦١﴾
کله چې فرعون او دهغه قوم، دموسی او دهغه له قوم سره مخ شول، په داسې حال کې چې هرې ډلې بله ډله ليدله، دموسی ملګرو وويل: بېشکه فرعون او دهغه قوم په موږ پسې را ورسېدل او موږ دهغوی مقابله نه شو کولی
قَالَ كَلَّآ ۖ إِنَّ مَعِىَ رَبِّى سَيَهْدِينِ ﴿٦٢﴾
موسی خپل قوم ته وويل: چاره داسې نه ده لکه تاسو چې تصور کوئ، پرته له شکه زما پالونکی زما تاييد او مرسته کوي، ژر به لا رښوونه راته وکړي او دخلاصون لا ر به راته وښيي
فَأَوْحَيْنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ أَنِ ٱضْرِب بِّعَصَاكَ ٱلْبَحْرَ ۖ فَٱنفَلَقَ فَكَانَ كُلُّ فِرْقٍۢ كَٱلطَّوْدِ ٱلْعَظِيمِ ﴿٦٣﴾
نو موسی ته مو دامر کوونکو په توګه وحي وکړه چې درياب په خپله لکڼه ووهي؛ نو هغه يې پرې وواهه، درياب وچاودلو او دبني اسرائیلو دقبيلو په شمېر دولس لا رې ترې جوړې شوې، ددرياب هره چاودل شوې ټوټه په لوی والي او ځای په ځای کېدو کې دلوی غره غوندې وه، په داسې ډول چې اوبه نه ترې بهېدلې
وَأَزْلَفْنَا ثَمَّ ٱلْـَٔاخَرِينَ ﴿٦٤﴾
او فرعون او دهغه قوم مو دومره رانېږدې کړل چې درياب ته دداسې ګومان کوونکو په توګه ننوتل چې دغه دتګ وړ لا ره ده. وأنجينا موس ومن م عه أجمعين
وَأَنجَيْنَا مُوسَىٰ وَمَن مَّعَهُۥٓ أَجْمَعِينَ ﴿٦٥﴾
موسی او ورسره بني اسرائيل مو وژغورل، له هغوی مو هيڅوک هم تباه نه کړل
ثُمَّ أَغْرَقْنَا ٱلْـَٔاخَرِينَ ﴿٦٦﴾
بيا مو فرعون او دهغه قوم په درياب کې په ډوبېدو تباه کړل
إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةًۭ ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ﴿٦٧﴾
پرته له شکه دموسی لپاره ددرياب په چاودلو، دهغه په خلاصون، دفرعون او دهغه دقوم په تباهۍ کې يوه داسې نښانه ده چې دموسی پر رېښتينولۍ دلالت کوي، خو ډېری هغه کسان چې له فرعون سره دي پرې باور کوونکي نه دي
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ ﴿٦٨﴾
پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکی داسې برلاسی دی چې له دښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې توبه ورته وباسي. مخ ۷ له ۲۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَٱتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ إِبْرَٰهِيمَ ﴿٦٩﴾
ای رسوله! پر هغوی دابراهيم کيسه ولوله. إذ قال لأبيه وقومه ما تعبدون
إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِۦ مَا تَعْبُدُونَ ﴿٧٠﴾
کله يې چې خپل پلار آزر او قوم ته وويل: له الله پرته دا دڅه شي عبادت کوئ؟. قالوا نعبد أصناما فنظل لها عكفين
قَالُوا۟ نَعْبُدُ أَصْنَامًۭا فَنَظَلُّ لَهَا عَـٰكِفِينَ ﴿٧١﴾
قوم يې ورته وويل: بوتان لمانځو تل به يې همداسې په لمانځلو لګيا اوسو. قال هل يسمعونكم إذ تدعون
قَالَ هَلْ يَسْمَعُونَكُمْ إِذْ تَدْعُونَ ﴿٧٢﴾
ابراهيم هغوی ته وويل: آيا بتان ستاسو خبره اوري کله يې چې رابولئ؟. أو ينفعونكم أو يضر ون
أَوْ يَنفَعُونَكُمْ أَوْ يَضُرُّونَ ﴿٧٣﴾
او يا ګټه در رسوي که يې پيروي وکړئ، او يا هم زيان در رسوي که سرغړونه ترې وکړئ؟
قَالُوا۟ بَلْ وَجَدْنَآ ءَابَآءَنَا كَذَٰلِكَ يَفْعَلُونَ ﴿٧٤﴾
هغوی وويل: نه اوري کله يې چې رابولو، نه ګټه را رسولی شي که يې پيروي وکړو، او نه زيان را رسولی شي که سرغړونه ترې وکړو، بلکې لنډه دا چې موږ خپل پلرونه موندلي چې همداسې يې کول؛ نو موږ دهغوی پيروي کوو. قال أفرءيتم م اكنتم تعبدون
قَالَ أَفَرَءَيْتُم مَّا كُنتُمْ تَعْبُدُونَ ﴿٧٥﴾
ابراهيم وويل: آيا فکر مو کړی چې هغه بتان مو ليدلي وای چې له الله پرته مو لمانځل؟
أَنتُمْ وَءَابَآؤُكُمُ ٱلْأَقْدَمُونَ ﴿٧٦﴾
او هغه څه چې ستاسو پخوانيو پلرونو يې عبادت کاوه. و
فَإِنَّهُمْ عَدُوٌّۭ لِّىٓ إِلَّا رَبَّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٧٧﴾
پرته له شکه دټولو مخلوقاتو له پالونکي پرته، نور هغوی ټول زما دښمنان دي، ځکه هغوی پر باطل دي
ٱلَّذِى خَلَقَنِى فَهُوَ يَهْدِينِ ﴿٧٨﴾
همغه ذات چې زه يې پيداکړی يم، ددنيا او آخرت ښېګڼې ته مې لا رښوونه کوي. مخ ۸ له ۲۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَٱلَّذِى هُوَ يُطْعِمُنِى وَيَسْقِينِ ﴿٧٩﴾
او يوازې همغه ذات دی چې کله وږی شم خواړه راکوي او چې کله تږی شم څښاک راکوي. وإ ذا مرضت فهو يشفين
وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ ﴿٨٠﴾
او چې کله ناروغ شم يوازې همغه ذات له ناروغۍ روغتيا راکوي له هغه پرته بل روغتيا راکوونکی ما لره نشته
وَٱلَّذِى يُمِيتُنِى ثُمَّ يُحْيِينِ ﴿٨١﴾
او يوازې همغه ذات دی چې مړ کوي مې چې کله مې نېته پوره شي او له مرګ وروسته مې بېرته راژوندی کوي
وَٱلَّذِىٓ أَطْمَعُ أَن يَغْفِرَ لِى خَطِيٓـَٔتِى يَوْمَ ٱلدِّينِ ﴿٨٢﴾
او هغه ذات دی چې يوازې له هغه څخه دا هيله لرم چې دجزا په ورځ به مې تېروتنې را وبښي
رَبِّ هَبْ لِى حُكْمًۭا وَأَلْحِقْنِى بِٱلصَّـٰلِحِينَ ﴿٨٣﴾
ابراهيم له خپل پالونکي څخه ددعاء غوښتو په حالت کې وويل: ای زما پالونکيه! ما ته په دين کې پوهه راکړه، له مخکېنيو نېکانو انبياو سره مې يوځای کړه چې له هغوی سره مې جنت ته داخل کړه
وَٱجْعَل لِّى لِسَانَ صِدْقٍۢ فِى ٱلْـَٔاخِرِينَ ﴿٨٤﴾
او له ما وروسته پېړۍ چې راځي په هغو کې ښه يادونه او ښکلې ستاينه راکړې
وَٱجْعَلْنِى مِن وَرَثَةِ جَنَّةِ ٱلنَّعِيمِ ﴿٨٥﴾
او له هغو کسانو مې وګرځوې چې دجنت دهغو کورونو وارثان دي چې په هغو کې ستا مؤمن بندګان خوندونه اخلي او په هغو کې مې واوسوې
وَٱغْفِرْ لِأَبِىٓ إِنَّهُۥ كَانَ مِنَ ٱلضَّآلِّينَ ﴿٨٦﴾
او پلار ته مې بښنه وکړې، بېشکه هغه دشرک له امله له حقه له لا رورکو څخه دی، دابراهيم دعا دخپل پلار لپاره مخکې تردې وه چې هغه ته دا خبره څرګنده شي چې هغه له دوزخيانو څخه دی، خو کله چې هغه ته دغه ښکاره شوه بيا ترې بېزاره شو او دعا يې ورته ونه کړه. ولا تخزنى يوم يبعثون
وَلَا تُخْزِنِى يَوْمَ يُبْعَثُونَ ﴿٨٧﴾
اوپه هغه ورځ مې په سزا راکولو مه شرموه، په کومه ورځ چې خلک دحساب لپاره راپاڅول کيږي. يوم لا ينفع مال ولا بنون
يَوْمَ لَا يَنفَعُ مَالٌۭ وَلَا بَنُونَ ﴿٨٨﴾
په هغه ورځ چې نه انسان ته هغه مال ګټه رسوي چې په دنيآ کې يې غونډ کړی وي او نه هغه زامن چې دهغوی په مرسته به برلاسی کېدلو. مخ ۹ له ۲۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
إِلَّا مَنْ أَتَى ٱللَّهَ بِقَلْبٍۢ سَلِيمٍۢ ﴿٨٩﴾
مګر هغه څوک چې الله ته له داسې روغ زړه سره راغلی وي چې نه په هغه کې شرک وي، نه نفاق، نه ځان ښودنه او نه هم لويي؛ نو هغه به له خپل هغه مال څخه ګټه واخلي چې دالله په لا ر کې يې لګولی وي او له هغو اولادونو څخه به ګټه واخلي چې هغه ته دعا کوي
وَأُزْلِفَتِ ٱلْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِينَ ﴿٩٠﴾
دهغه ځان ساتونکو لپاره به جنت را نېږدې کړل شي چې دخپل پالونکي امرونه يې منل او له نواهيوو يې ځانونه ساتل
وَبُرِّزَتِ ٱلْجَحِيمُ لِلْغَاوِينَ ﴿٩١﴾
او دمحشر په ورځ هغولا رورکو ته چې له حق دينه لا ر ورکي وو دوزخ ورڅرګند کړل شي. وقيل لهم أين ما كنتم تعبدون
وَقِيلَ لَهُمْ أَيْنَ مَا كُنتُمْ تَعْبُدُونَ ﴿٩٢﴾
او هغوی ته به دملامتيا په ډول وويل شي: هغه بوتان چېرې دي چې تاسو يې عبادت کاوه؟
مِن دُونِ ٱللَّهِ هَلْ يَنصُرُونَكُمْ أَوْ يَنتَصِرُونَ ﴿٩٣﴾
آيا له الله پرته مو دهغو عبادت کاوه؟ آيا دالله له سزا څخه په مخنيوي سره مو مرسته کولای شي او يا هغوی دخپلو ځانونو مرسته کولای شي؟
فَكُبْكِبُوا۟ فِيهَا هُمْ وَٱلْغَاوُۥنَ ﴿٩٤﴾
نو ځينې به پر ځينو سربېره په دوزخ کې ور وغورځول شي، هم هغوی او هم هغه کسان چې لا ر ورکي کړي يې دي. وجنود إ بليس أجمعون
وَجُنُودُ إِبْلِيسَ أَجْمَعُونَ ﴿٩٥﴾
او له شيطانانو څخه دابليس ټول مرستندويان هم، هيڅوک به ځنې استثناء نه کړل شي. قالوا وهم فيها يختصمون
قَالُوا۟ وَهُمْ فِيهَا يَخْتَصِمُونَ ﴿٩٦﴾
مشرکان چې له الله پرته دنورو عبادت يې کاوه او له هغه پرته يې نور شريکان نيول وبه وايي: په داسې حال کې چې له هغو کسانو سره به شخړه کوي چې له الله پرته يې دهغوی عبادت کاوه
تَٱللَّهِ إِن كُنَّا لَفِى ضَلَـٰلٍۢ مُّبِينٍ ﴿٩٧﴾
په الله قسم موږ له حق څخه په څرګنده بې لا رۍ کې وو
إِذْ نُسَوِّيكُم بِرَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٩٨﴾
کله مو چې دټولو مخلوقاتو دپالونکي غوندې وګرځوو، نو داسې عبادت به مو کوو لکه دهغه چې کوو. مخ ۱۰ له ۲۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَمَآ أَضَلَّنَآ إِلَّا ٱلْمُجْرِمُونَ ﴿٩٩﴾
او موږ له حق لا رې بل چا نه يو بې لا ري کړي، مګر هغو مجرمانو چې له الله پرته يې موږ عبادت ته وربللو. فما لنا من شفعين
فَمَا لَنَا مِن شَـٰفِعِينَ ﴿١٠٠﴾
نو اوس موږ لره سپارښت کوونکي نشته چې دالله پر وړاندې زموږ سپارښتنه وکړي، تر څو مو دهغه له سزا څخه وژغوري. ولا صديق حميم
وَلَا صَدِيقٍ حَمِيمٍۢ ﴿١٠١﴾
او کوم خالص ملګری شته چې زموږ دفاع او سپارښتنه وکړي
فَلَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةًۭ فَنَكُونَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿١٠٢﴾
که چېرې موږ لره يو ځل ددنيا ژوند ته ورګرځېدل وای؛ نو پر الله به باور کوونکي وو
إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةًۭ ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ﴿١٠٣﴾
پرته له شکه دابراهيم عليه السلام په دغه ياده شوې کيسه او ددرواغ ګڼونکو په داسې کېدو کې يو پند دی دپند اخېستونکو لپاره، خو دهغوی ډېری باور کوونکي نه دي
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ ﴿١٠٤﴾
پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکي داسې برلاسی دی چې له دوښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې توبه ورته وباسي
كَذَّبَتْ قَوْمُ نُوحٍ ٱلْمُرْسَلِينَ ﴿١٠٥﴾
دنوح قوم رسولان درواغجن وګڼل، کله چې هغوی نوح عليه السلام درواغجن وګاڼه. إذ قال لهم أخوهم نوح ألا تتقون
إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ نُوحٌ أَلَا تَتَّقُونَ ﴿١٠٦﴾
کله چې هغوی ته يې نسبي ورور نوح وويل: آيا له الله څخه نه وېرېږئ تر څو دهغه له وېرې دنورو لمانځل پرېږدئ. إنى لكم رسول أمين
إِنِّى لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌۭ ﴿١٠٧﴾
زه ستاسې لپاره یو استازی یم، الله تعالی تاسې ته رالیږلی یم، امانتګر یم هغه څه چې الله تعالی یې راته وحې کړې ده؛ نه پرې څه زیاتوم او نه یې تر کموم
فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿١٠٨﴾
له الله ووېرېږئ دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو سره، زما پيروي وکړئ په هغه څه کې چې امر يې درته کوم او له څه څخه مو چې منع کوم. مخ ۱۱ له ۲۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَمَآ أَسْـَٔلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ ۖ إِنْ أَجْرِىَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿١٠٩﴾
زه له تاسو پر هغه څه بدله نه غواړم چې دخپل پالونکي لخوا يې درته رسوم، زما بدله يوازې دمخلوقاتو پر پالونکي ده، نه پر بل چا
فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿١١٠﴾
له الله ووېرېږئ دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ځان ساتلو سره، زما پيروي وکړئ په هغه څه کې چې امر درته کوم او له کوم څه څخه مو چې راګرځوم
۞ قَالُوٓا۟ أَنُؤْمِنُ لَكَ وَٱتَّبَعَكَ ٱلْأَرْذَلُونَ ﴿١١١﴾
هغه ته يې قوم وويل: ای نوحه! آيا موږ دهغه څه پيروي وکړو او عمل پرې وکو حال دا چې ستا پيروان يوازې پست خلک دي په هغو کې موږ سرداران او درانه خلک نه وينو؟!. قال وما علمى بما كانوا يعملون
قَالَ وَمَا عِلْمِى بِمَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿١١٢﴾
نوح عليه السلام هغوی ته وويل: زما به څه پوهه وي ددغو مؤمنانو پر هغو کارونو چې کول يې؟ زه پر هغوی وکيل نه يم چې کړنې يې څارم
إِنْ حِسَابُهُمْ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّى ۖ لَوْ تَشْعُرُونَ ﴿١١٣﴾
دهغوی حساب يوازې زما پر پالونکي دی، چې پر پټو او ښکاره ويې پوهيږي، ما لره نه دی، که چېرې تاسو پوهېدلی نو هغه څه به مو نه وای ويلي کوم څه مو چې وويل
وَمَآ أَنَا۠ بِطَارِدِ ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿١١٤﴾
زه له خپل مجلسه ستاسو دغوښتنې پر بنسټ ددغو مؤمنانو شړونکی نه، ترڅو تاسو ايمان راوړئ. إ ن أنا إ ل انذير م بين
إِنْ أَنَا۠ إِلَّا نَذِيرٌۭ مُّبِينٌۭ ﴿١١٥﴾
زه يوازې يو څرګند وېروونکی يم چې دالله له عذابه مو وېروم
قَالُوا۟ لَئِن لَّمْ تَنتَهِ يَـٰنُوحُ لَتَكُونَنَّ مِنَ ٱلْمَرْجُومِينَ ﴿١١٦﴾
هغه ته يې قوم وويل: که چېرې له هغه څه څخه لا س په سر نه شې چې موږ وربولې؛ نو هرومرو به له ښکنځل شويو او په ډبرو له وژل شويو څخه شې. قال رب إن قومى كذبون
قَالَ رَبِّ إِنَّ قَوْمِى كَذَّبُونِ ﴿١١٧﴾
نوح دخپل پالونکي درابللو په حالت کې وويل: ای زما پالونکيه! پرته له شکه قوم مې درواغجن وګڼلم، په هغه څه کې يې زما تصديق ونه کړ چې ستا لخوا ورسره راغلی وم
فَٱفْتَحْ بَيْنِى وَبَيْنَهُمْ فَتْحًۭا وَنَجِّنِى وَمَن مَّعِىَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿١١٨﴾
نو زما او زما دقوم ترمنځه څه فيصله وكړې او ما وژغورې او څوك مؤمنان چې له ماسره دي. مخ ۱۲ له ۲۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
فَأَنجَيْنَـٰهُ وَمَن مَّعَهُۥ فِى ٱلْفُلْكِ ٱلْمَشْحُونِ ﴿١١٩﴾
موږ دهغه دعا قبوله کړه، هغه او کوم مؤمنان چې ورسره وو هغوی مو له خلکو او څارويو په يوه ډکه کښتۍ کې وژغورل
ثُمَّ أَغْرَقْنَا بَعْدُ ٱلْبَاقِينَ ﴿١٢٠﴾
بيا له هغوی پاتې خلک مو ډوب کړل، چې هغه دنوح قوم و
إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةًۭ ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ﴿١٢١﴾
پرته له شکه دنوح او دهغه دقوم په ياده شوې کيسه کې، دهغه او ورسره مؤمنانو، دهغه له قومه دکافرانو په تباهۍ کې دپند اخېستونکو لپاره پند دی، وډېری د هغوی ايمان راوړونکي نه دي
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ ﴿١٢٢﴾
او پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکی برلاسی دی چې له خپلو دښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې له هغوی توبه ورته وباسي
كَذَّبَتْ عَادٌ ٱلْمُرْسَلِينَ ﴿١٢٣﴾
عاديانو رسولان درواغجن وګڼل کله يې چې خپل رسول هود عليه السلام درواغجن وګاڼه. إذ قال لهم أخوهم هود ألا تتقون
إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ هُودٌ أَلَا تَتَّقُونَ ﴿١٢٤﴾
ياد کړه کله چې هغه وخت چې نسبي ورور يې هود ورته وويل: آيا له الله څخه نه وېرېږئ چې دهغه له وېرې دنورو لمانځل پرېږدئ. إنى لكم رسول أمين
إِنِّى لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌۭ ﴿١٢٥﴾
پرته له شکه زه تاسو ته رسول يم الله در لېږلی يم، امانت داره يم په هغه څه کې نه څه زياتوم چې الله يې دې رسولو امر راته کړی دی او نه څه ترې کموم
فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿١٢٦﴾
نو له الله ووېرېږئ دهغه دامرونو په منلو او له نواهيوو يې په ځان ساتلو سره او زما پيروي وکړئ په هغه څه کې چې امر يې درته کوم او په هغه څه کې چې ترې منع کوم مو
وَمَآ أَسْـَٔلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ ۖ إِنْ أَجْرِىَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿١٢٧﴾
او زه له تاسو پر هغه څه بدله نه غواړم چې دخپل پالونکي لخوا يې درته رسوم، زما بدله يوازې دمخلوقاتو پر پالونکي ده، نه پر بل چا. أتبنون بكل ريع ءاية تعبثون
أَتَبْنُونَ بِكُلِّ رِيعٍ ءَايَةًۭ تَعْبَثُونَ ﴿١٢٨﴾
آيا تاسو پر هر لوړ ځای داسې ساختمان جوړوئ چې پرته له کومې دنيوي يا اخروي ګټې هسې يوه چټي نښه وي؟!. مخ ۱۳ له ۲۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر وتتخذون مصانع لعل كم تخلدون
وَتَتَّخِذُونَ مَصَانِعَ لَعَلَّكُمْ تَخْلُدُونَ ﴿١٢٩﴾
او داسې کلاوې او ماڼۍ جوړوئ لکه تل چې په دغه دنيا کې ياست او له هغې څخه نه ځئ؟!. وإ ذا بطشتم بطشتم جبارين
وَإِذَا بَطَشْتُم بَطَشْتُمْ جَبَّارِينَ ﴿١٣٠﴾
او کله چې په وژلو او وهلو برلاسي اختياروئ؛ نو پرته له زړه سوي او رحمدلي، ظلم کوونکي برلاسي اختياروئ
فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿١٣١﴾
نو له الله ووېرېږئ دهغه دامرونو په منلو او له نواهيوو يې په ځان ساتلوسره، زما پيروي وکړئ په هغه څه کې چې امر يې درته کوم او په هغه څه کې چې ترې منع کوم مو
وَٱتَّقُوا۟ ٱلَّذِىٓ أَمَدَّكُم بِمَا تَعْلَمُونَ ﴿١٣٢﴾
او دهغه الله له قهره وډارشئ چې تاسو ته يې داسې نعمتونه درکړي چې تاسو هم پرې پوهېږئ. أمد كم بأ نعم وبنين
أَمَدَّكُم بِأَنْعَـٰمٍۢ وَبَنِينَ ﴿١٣٣﴾
تاسو ته يې څاروي درکړي او اولا دونه يې درکړي دي. وجنت وعيون
وَجَنَّـٰتٍۢ وَعُيُونٍ ﴿١٣٤﴾
تاسو ته يې باغونه او روانې چينې درکړې دي
إِنِّىٓ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍۢ ﴿١٣٥﴾
پرته له شکه ای زما قومه! زه پرتاسو دقيامت دلويې ورځې له سزا وېرېږم
قَالُوا۟ سَوَآءٌ عَلَيْنَآ أَوَعَظْتَ أَمْ لَمْ تَكُن مِّنَ ٱلْوَٰعِظِينَ ﴿١٣٦﴾
قوم يې ورته وويل: ستا وېرونه او نه وېرونه زموږ لپاره برابره ده، هيڅکله به ايمان درباندې را نه وړو او له هغه څه هيڅکله ونه ګرځو چې پرې يو
إِنْ هَـٰذَآ إِلَّا خُلُقُ ٱلْأَوَّلِينَ ﴿١٣٧﴾
دا يوازې دپخوانيو دين دی، دهغوی عادات او خويونه دي. وما نحن بمعذ بين
وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِينَ ﴿١٣٨﴾
اوموږ سزا ليدونکي نه يو. مخ ۱۴ له ۲۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
فَكَذَّبُوهُ فَأَهْلَكْنَـٰهُمْ ۗ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةًۭ ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ﴿١٣٩﴾
هغوی دخپل نبي هود عليه السلام درواغجن ګڼلو ته دوام ورکړ؛ نو هغوی مو ددرواغجن ګڼلو له امله په شنډه هوا تباه کړل، پرته له شکه په دغه تباهۍ کې دپند اخېستونکو لپاره پند دی، خو دهغوی ډېری ايمان راوړونکي نه دي
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ ﴿١٤٠﴾
او پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکی برلاسی دی چې له خپلو دښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي
كَذَّبَتْ ثَمُودُ ٱلْمُرْسَلِينَ ﴿١٤١﴾
ثموديانو رسولان درواغجن وګڼل، دخپل نبي صالح عليه السلام په درواغجن ګڼلو سره. إذ قال لهم أخوهم صلح ألا تتقون
إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ صَـٰلِحٌ أَلَا تَتَّقُونَ ﴿١٤٢﴾
کله يې چې نسبي ورور يې صالح ورته وويل: آيا له الله څخه نه ډارېږئ چې دهغه له وېرې دنورو لمانځل پرېږدئ. إنى لكم رسول أمين
إِنِّى لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌۭ ﴿١٤٣﴾
پرته له شکه زه تاسو ته رسول يم الله در لېږلی يم، امانت داره يم په هغه څه کې نه څه زياتوم چې الله يې درسولو امر راته کړی دی او نه څه ترې کموم
فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿١٤٤﴾
نو له الله دهغه دامرونو په منلو او له نواهيوو په ځان ساتلو سره ووېرېږئ، او په هغه څه کې زما پيروي وکړئ چې امر يې درته کوم او په هغه څه کې چې ترې منع کوم مو
وَمَآ أَسْـَٔلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ ۖ إِنْ أَجْرِىَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿١٤٥﴾
او زه له تاسو پر هغه څه بدله نه غواړم چې دخپل پالونکي لخوا يې درته رسوم، زما بدله يوازې دمخلوقاتو پر پالونکي ده، نه پر بل چا
أَتُتْرَكُونَ فِى مَا هَـٰهُنَآ ءَامِنِينَ ﴿١٤٦﴾
آيا تاسو هيله لرئ چې تاسو به په هغو ښېګڼو او نعمتونو کې همداسې ډاډه پرېښودل شئ چې نه به وېرېږئ؟!. فى جنت وعيون
فِى جَنَّـٰتٍۢ وَعُيُونٍۢ ﴿١٤٧﴾
په باغونو او روانو چينو کې. وزروع ونخل طلعها هضيم
وَزُرُوعٍۢ وَنَخْلٍۢ طَلْعُهَا هَضِيمٌۭ ﴿١٤٨﴾
په داسې کښتونو او خرماوو کې چې مېوې يې نرمې او پخې دي. مخ ۱۵ له ۲۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَتَنْحِتُونَ مِنَ ٱلْجِبَالِ بُيُوتًۭا فَـٰرِهِينَ ﴿١٤٩﴾
او غرونه پرې کوئ، تر څو کورونه پکې جوړ کړئ چې پکې اوسېږئ او تاسو يې په توږلو کې مهارت لرئ
فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿١٥٠﴾
نو له الله څخه دهغه دامرونو په منلو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ووېرېږئ، زما پیروي وکړئ په هغه څه کې چې امر يې درته کوم او په هغه څه کې چې ترې منع کوم مو
وَلَا تُطِيعُوٓا۟ أَمْرَ ٱلْمُسْرِفِينَ ﴿١٥١﴾
او دګناهونو په تر سره کولو سره پر خپلو ځانونو له بريده اوښتونکو خلکو امر ته غاړه مه ږدئ
ٱلَّذِينَ يُفْسِدُونَ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُونَ ﴿١٥٢﴾
هغه کسان چې په ځمکه کې وران کاري کوي دګناهونو په خپرولو، او دالله په پیروۍ دځانونو سمون نه کوي
قَالُوٓا۟ إِنَّمَآ أَنتَ مِنَ ٱلْمُسَحَّرِينَ ﴿١٥٣﴾
قوم يې ورته وويل: پرته له شکه ته يو له هغه چا يې چې څو څو ځلې کوډې پرې شوې دي، تر دې چې پر عقلونو يې غالبه شوې او له منځه يې ویوړ
مَآ أَنتَ إِلَّا بَشَرٌۭ مِّثْلُنَا فَأْتِ بِـَٔايَةٍ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّـٰدِقِينَ ﴿١٥٤﴾
ته هم يوازې زموږ غوندې انسان يې؛ نو تا لره پر موږ کوم غوراوی نشته تردې چې ته رسول وې؛ نو يوه داسې نښانه راوړه چې پردې خبره دلالت کوي چې ته رسول يې، که چېرې ته په هغه دعوا کې رېښتينی وې چې کوې يې چې ته رسول يې. قال هذه ناقة لها شرب ولكم شرب يوم م علوم
قَالَ هَـٰذِهِۦ نَاقَةٌۭ لَّهَا شِرْبٌۭ وَلَكُمْ شِرْبُ يَوْمٍۢ مَّعْلُومٍۢ ﴿١٥٥﴾
هغوی ته صالح -په داسې حال کې چې الله هغه ته نښانه ورکړې وه، چې هغه يوه اوښه وه، الله له لويې ډبرې را اېستلې وه -وويل: دغه اوښه ده چې ليدل کيږي او لمس کيږي، هغې لره داوبو خپله برخه ده او تاسو لره ټاکلې برخه ده، ستاسو په برخه کې هغه اوبه نه څښي او تاسو په هغه ورځ اوبه نه څښئ چې دهغې برخه ده
وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوٓءٍۢ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابُ يَوْمٍ عَظِيمٍۢ ﴿١٥٦﴾
هغې ته کوم دزخمي کولو او وهلو زيان مه رسوئ، چې دهغه له امله به دالله عذاب درته ورسيږي چې په لويه ورځ به مو تباه کړي، ځکه چې په هغې ورځ کې پرتاسو کړاو را ښکته کېدونکی دی. فعقروها فأ ص بحوا ندمين
فَعَقَرُوهَا فَأَصْبَحُوا۟ نَـٰدِمِينَ ﴿١٥٧﴾
نو پر وژلو يې په يوه خوله شول؛ چې تر ټولو بد بخته يې هغه ووژله، بيا هغوی پر هغه څه پښېمانه شول، کله چې پر ځانونو دخامخا راښکته کېدونکي عذاب په اړه پوه شول، خو دغه پښېمانۍ دعذاب دليدو پر مهال هغوی ته کومه ګټه نه رسوله. مخ ۱۶ له ۲۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
فَأَخَذَهُمُ ٱلْعَذَابُ ۗ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةًۭ ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ﴿١٥٨﴾
نو هغې سزا ونيول چې له هغوی سره يې ژمنه شوې وه، چې هغه ځمکه ښورېدنه او چېغه وه، پرته له شکه دصالح او دهغه دقوم په ياده شوې کيسه کې دپند اخېستونکو لپاره پند دی، خو دهغوی ډېری ايمان راوړونکي نه دي
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ ﴿١٥٩﴾
او پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکی برلاسی دی چې له خپلو دښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي
كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوطٍ ٱلْمُرْسَلِينَ ﴿١٦٠﴾
دلوط قوم رسولان درواغجن وګڼل، ځکه هغوی خپل نبي لوط عليه السلام درواغجن وګڼی. إذ قال لهم أخوهم لوط ألا تتقون
إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ لُوطٌ أَلَا تَتَّقُونَ ﴿١٦١﴾
کله چې هغوی ته يې نسبي ورور لوط وويل: آيا له الله څخه نه وېرېږئ چې دهغه له وېرې شرک پرېږدئ. إنى لكم رسول أمين
إِنِّى لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌۭ ﴿١٦٢﴾
پرته له شکه زه تاسوته رسول يم، الله تاسو ته لېږلی يم، امانت دار يم نه په هغه څه کې چې دهغه لخوا يې رسوم نه څه پکې زياتوم او نه څه ترې کموم
فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿١٦٣﴾
له الله ووېرېږئ دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو سره، زما پيروي وکړئ په هغه څه کې چې امر يې درته کوم او له څه څخه مو چې منع کوم
وَمَآ أَسْـَٔلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ ۖ إِنْ أَجْرِىَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿١٦٤﴾
او زه له تاسو پر هغه څه بدله نه غواړم چې دخپل پالونکي لخوا يې درته رسوم، زما بدله يوازې دمخلوقاتو پر پالونکي ده، نه پر بل چا
أَتَأْتُونَ ٱلذُّكْرَانَ مِنَ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿١٦٥﴾
ايا تاسو يوازې له خلکو څخه نارينه وو ته دشا لخوا ورځئ؟!
وَتَذَرُونَ مَا خَلَقَ لَكُمْ رَبُّكُم مِّنْ أَزْوَٰجِكُم ۚ بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ عَادُونَ ﴿١٦٦﴾
او هغه څه پرېږدئ چې الله ستاسو دشهوتونو دپوره کولو لپاره پيداکړي دي چې هغه ستاسو دمېرمنو شرمځايونه دي؟! بلکې تاسو دالله له پولو په دغه ناوړه نابلده کار اوښتونکي ياست
قَالُوا۟ لَئِن لَّمْ تَنتَهِ يَـٰلُوطُ لَتَكُونَنَّ مِنَ ٱلْمُخْرَجِينَ ﴿١٦٧﴾
قوم يې ورته وويل: ای لوطه! که چېرې له دغه کاره زموږ له منع کولو او پر موږ دبد ويلو څخه لا س په سر نه شې، هرومرو به ته او څوک چې درسره دي زموږ له کلي څخه داېستل شويو څخه شې. مخ ۱۷ له ۲۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قَالَ إِنِّى لِعَمَلِكُم مِّنَ ٱلْقَالِينَ ﴿١٦٨﴾
هغوی ته لوط وويل: پرته له شکه زه ستاسو ددغه کار چې کوئ يې له بد ګڼونکو او ناوړه ګڼونکو څخه يم. رب نجنى وأهلى مما يعملون
رَبِّ نَجِّنِى وَأَهْلِى مِمَّا يَعْمَلُونَ ﴿١٦٩﴾
هغه دخپل پالونکي په رابللو سره وويل: ای زما پالونکيه! ما او کورنۍ مې له هغه عذابه وساتې چې دغو خلکو ته دهغوی دناروا کار له امله رسيږي. فنج ينه وأ هله أ جمعين
فَنَجَّيْنَـٰهُ وَأَهْلَهُۥٓ أَجْمَعِينَ ﴿١٧٠﴾
نو دهغه دعا مو قبوله کړه او هغه او ټوله کورنۍ مو يې وژغورله
إِلَّا عَجُوزًۭا فِى ٱلْغَـٰبِرِينَ ﴿١٧١﴾
پرته دهغه له مېرمنې، بېشکه هغه کافره وه؛ نو له منځه تلونکو او تباه کېدونکو څخه وه
ثُمَّ دَمَّرْنَا ٱلْـَٔاخَرِينَ ﴿١٧٢﴾
بيا وروسته له دې چې لوط او کورنۍ يې له سدوم نومي کلي څخه ووتل، پاتې قوم مو يې له هغه وروسته په سخته تباهۍ تباه کړل
وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِم مَّطَرًۭا ۖ فَسَآءَ مَطَرُ ٱلْمُنذَرِينَ ﴿١٧٣﴾
او پر هغوی مو له آسمانه دباران غوندې ډبرې واورولې؛ نو ددغو کسانو باران چې لوط وېرول او دالله له عذابه يې ډارول ډېر بد و، ځکه چې هغوی دناوړه کار په ترسره کولو کې دوام وکړ
إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةًۭ ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ﴿١٧٤﴾
پرته له شکه دلوط پر قوم دهغوی دناوړه کار له امله یاد نازل شوي عذاب کې دپند اخېستونکو لپاره پند دی خو دهغوی ډېری ايمان راوړونکي نه دي
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ ﴿١٧٥﴾
او پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکی برلاسی دی چې له خپلو دښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي
كَذَّبَ أَصْحَـٰبُ لْـَٔيْكَةِ ٱلْمُرْسَلِينَ ﴿١٧٦﴾
دګڼې ونې والا کلي خلکو رسولان درواغجن وګڼل، کله يې چې خپل نبي شعيب عليه السلام درواغجن وګڼلو. إذ قال لهم شعيب ألا تتقون
إِذْ قَالَ لَهُمْ شُعَيْبٌ أَلَا تَتَّقُونَ ﴿١٧٧﴾
کله چې هغوی ته يې نبي شعيب وويل: آيا له الله څخه دهغه له وېرې دشرک په پرېښودلو نه وېرېږئ؟!. مخ ۱۸ له ۲۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر إنى لكم رسول أمين
إِنِّى لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌۭ ﴿١٧٨﴾
زه ستاسې لپاره یو استازی یم، الله تعالی تاسې ته رالیږلی یم، امانتګر یم هغه څه چې الله تعالی یې راته وحې کړې ده؛ نه پرې څه زیاتوم او نه یې ترې کموم
فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿١٧٩﴾
نو له الله ووېرېږئ دهغه دامرونو په منلو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره، او په هغه څه کې زما پيروي وکړئ چې امر يې درته کوم او يا مو ترې منع کوم
وَمَآ أَسْـَٔلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ ۖ إِنْ أَجْرِىَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿١٨٠﴾
او زه له تاسو پر هغه څه بدله نه غواړم چې دخپل پالونکي لخوا يې درته رسوم، زما بدله يوازې دمخلوقاتو پر پالونکي ده، نه پر بل چا
۞ أَوْفُوا۟ ٱلْكَيْلَ وَلَا تَكُونُوا۟ مِنَ ٱلْمُخْسِرِينَ ﴿١٨١﴾
خلکو ته پېمانه پوره ورکوئ، کله چې څه پرې پلورئ او له هغه چا مه کېږئ چې خلکو ته دپېر پر مهال په پېمانه کې کمی کوي
وَزِنُوا۟ بِٱلْقِسْطَاسِ ٱلْمُسْتَقِيمِ ﴿١٨٢﴾
او کله چې نورو خلکو تلل کوئ؛ نو په سمه تله تول کوئ
وَلَا تَبْخَسُوا۟ ٱلنَّاسَ أَشْيَآءَهُمْ وَلَا تَعْثَوْا۟ فِى ٱلْأَرْضِ مُفْسِدِينَ ﴿١٨٣﴾
او دخلکو حقوق مه کموئ، او دګناهونو په ترسره کولو په زمکه کې فساد مه زیاتوئ
وَٱتَّقُوا۟ ٱلَّذِى خَلَقَكُمْ وَٱلْجِبِلَّةَ ٱلْأَوَّلِينَ ﴿١٨٤﴾
او له هغه ذاته په دې وېره ځانونه وساتئ چې عذاب درباندې را نازل نه کړي، کوم ذات چې تاسو يې پيداکړي ياست، او پخواني امتونه يې پيداکړي دي
قَالُوٓا۟ إِنَّمَآ أَنتَ مِنَ ٱلْمُسَحَّرِينَ ﴿١٨٥﴾
دشعيب قوم، شعيب ته وويل: پرته له شکه ته له هغو کسانو څخه يې چې څو څو ځلې کوډې پرې شوې دي، تر دې چې کوډې دې پر عقل غالبې شوې دي او له منځه يې وړی دی
وَمَآ أَنتَ إِلَّا بَشَرٌۭ مِّثْلُنَا وَإِن نَّظُنُّكَ لَمِنَ ٱلْكَـٰذِبِينَ ﴿١٨٦﴾
او ته يوازې زموږ غوندې يو انسان يې او تا لره پر موږ کوم زيادت نشته؛ نو بيا ته څنګه رسول يې؟ او موږ ستا په اړه يوازې دا ګومان کوو چې ته له درواغجنو يې په دغه دعوی کې چې ته رسول يې
فَأَسْقِطْ عَلَيْنَا كِسَفًۭا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّـٰدِقِينَ ﴿١٨٧﴾
او که ته په هغه دعوی کې رېښتينی وې چې کوې يې؛ نو له آسمانه يوه ټوټه پر موږ راوغورځوه. مخ ۱۹ له ۲۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قَالَ رَبِّىٓ أَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿١٨٨﴾
شعيب هغوی ته وويل: زما پالونکی پر هغه شرک او ګناهونو ډېر پوه دی چې تاسو يې کوئ، له هغه څخه ستاسو له کړنو څه پټ نه دي
فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَهُمْ عَذَابُ يَوْمِ ٱلظُّلَّةِ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿١٨٩﴾
دهغه درواغجن ګڼلو ته يې دوام ورکړ؛ نو لوی عذاب ورته ورسېدی، داسې چې له سختې ګرمې ورځې وروسته ورېځ پرې راغله، پر هغوی يې اور را واورولو، چې ويې سوځول، بېشکه دهغوی دتباهۍ ورځ دلويې وېرې ورځ وه
إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةًۭ ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ﴿١٩٠﴾
بېشکه دشعيب دقوم په ياده شوې تباهۍ کې دپند اخېستونکو لپاره يو پند دی، خو دهغوی ډېری ايمان راوړونکي نه وو
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ ﴿١٩١﴾
او پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکی برلاسی دی چې له خپلو دښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي
وَإِنَّهُۥ لَتَنزِيلُ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿١٩٢﴾
او بېشکه دغه قرآن پر محمد صلی الله عليه وسلم دمخلوقاتو دپالونکي لخوا نازل کړل شوی دی
نَزَلَ بِهِ ٱلرُّوحُ ٱلْأَمِينُ ﴿١٩٣﴾
دجبرئیل امين عليه السلام په واسطه نازل شوی دی
عَلَىٰ قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ ٱلْمُنذِرِينَ ﴿١٩٤﴾
ای رسوله! ستا پر زړه نازل شوی، تر څو له هغو رسولانو شې چې خلک وېروي او دالله له عذابه يې ډاروي. بلسان عربى م بين
بِلِسَانٍ عَرَبِىٍّۢ مُّبِينٍۢ ﴿١٩٥﴾
په څرګنده عربي ژبه يې نازل کړی دی
وَإِنَّهُۥ لَفِى زُبُرِ ٱلْأَوَّلِينَ ﴿١٩٦﴾
او دغه ياد شوی قرآن دپخوانيو په کتابونو کې هم شته، چې پخوانيو آسماني کتابونو دهغه په اړه زيري ورکړي دي
أَوَلَمْ يَكُن لَّهُمْ ءَايَةً أَن يَعْلَمَهُۥ عُلَمَـٰٓؤُا۟ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ﴿١٩٧﴾
آيا ددغو درواغ ګڼونکو لپاره ستا پر رېښتينولۍ دا يوه نښانه نده چې دهغه څه پر حقيقت دعبدالله بن سلام غوندې دبني اسرائيلو علماء هم پوهيږي کوم څه چې پر تا نازل شوي دي. مخ ۲۰ له ۲۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَلَوْ نَزَّلْنَـٰهُ عَلَىٰ بَعْضِ ٱلْأَعْجَمِينَ ﴿١٩٨﴾
او که دغه قرآن مو پر ځينو هغو اعجميانو نازل کړی وای چې په عربي خبرې نه شي کولای. فقرأه عليهم م اكانوا به مؤمنين
فَقَرَأَهُۥ عَلَيْهِم مَّا كَانُوا۟ بِهِۦ مُؤْمِنِينَ ﴿١٩٩﴾
او هغه پر دوی لوستی وای، بيا به هم هغوی ايمان راوړونکي نه وو، ځکه ويل به يې: موږ نه پرې پوهېږو؛ نو په کار ده چې دالله شکر وباسي چې په خپله ژبه يې نازل شوی
كَذَٰلِكَ سَلَكْنَـٰهُ فِى قُلُوبِ ٱلْمُجْرِمِينَ ﴿٢٠٠﴾
همدارنګه مو درواغ ګڼل او کفر دګناهکارانو په زړونو کې ور ننه اېستلي دي
لَا يُؤْمِنُونَ بِهِۦ حَتَّىٰ يَرَوُا۟ ٱلْعَذَابَ ٱلْأَلِيمَ ﴿٢٠١﴾
له هغه کفره نه اوړي چې پرې دي او نه ايمان راوړي ترڅو دردوونکی عذاب ونه ويني. فيأتيهم بغتة وهم لا يشعرون
فَيَأْتِيَهُم بَغْتَةًۭ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿٢٠٢﴾
نو دغه عذاب ناڅاپه ورته راشي، په داسې حال کې چې په راتګ يې نه پوهيږي تردې چې ناببره يې را ګير کړي. فيقولوا هل نحن منظرون
فَيَقُولُوا۟ هَلْ نَحْنُ مُنظَرُونَ ﴿٢٠٣﴾
نو له سخت افسوسه به وايي کله چې ناببره عذاب پرې را نازل شي: آيا موږ ته به مهلت را کول کيږي چې الله ته توبه وباسو؟! أ فبعذابنا يستعجلون
أَفَبِعَذَابِنَا يَسْتَعْجِلُونَ ﴿٢٠٤﴾
آيا دغه کافران زموږ لخوا په عذاب راتلو بيړه کوي وايي: موږ هيڅکله تا لره ايمان نه راوړو ترڅو آسمان پر موږ ټوټې ټوټې را ونه لويږي لکه ته چې ګومان کوې؟! أفرءيت إ نم تعنهم سنين
أَفَرَءَيْتَ إِن مَّتَّعْنَـٰهُمْ سِنِينَ ﴿٢٠٥﴾
نو ای رسوله! خبر راکړه که موږ دغو کافرانو ته ددنيا په ژوند کې تر اوږدې زمانې پورې له نعمتونو دمزو اخېستلو مهلت ورکړ، چې له هغه څه مخ اړوونکي دي چې زه ورسره راغلی يم
ثُمَّ جَآءَهُم مَّا كَانُوا۟ يُوعَدُونَ ﴿٢٠٦﴾
بيا له دغې زمانې وروسته چې دغه نعمتونه يې پکې ترلاسه کړي هغه عذاب ورته راشي چې ژمنه يې ورسره کېدله
مَآ أَغْنَىٰ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يُمَتَّعُونَ ﴿٢٠٧﴾
هغوی ته به څه ګټه ورسوي هغه نعمتونه چې په دنيا کې ورسره وو؟! پرته له شکه دغه نعمتونه اوس پرې شول او هيڅ هم له هغو نه موندل کيږي. مخ ۲۱ له ۲۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَمَآ أَهْلَكْنَا مِن قَرْيَةٍ إِلَّا لَهَا مُنذِرُونَ ﴿٢٠٨﴾
او موږ هيڅ امت له امتونو نه دی تباه کړی مګر وروسته دهغوی له عذر پای ته رسولو څخه درسولانو په لېږلو او کتابونو په نازلولو سره. ذكر وما كنا ظلمين
ذِكْرَىٰ وَمَا كُنَّا ظَـٰلِمِينَ ﴿٢٠٩﴾
دهغوی لپاره پند او يادونه ده، موږ هغوی ته درسولانو په لېږلو او کتابونو په نازلولو دهغوی له عذر ختمولو وروسته په سزا ورکولو ظالمان نه يو
وَمَا تَنَزَّلَتْ بِهِ ٱلشَّيَـٰطِينُ ﴿٢١٠﴾
او دغه قرآن درسول الله صلی الله عليه وسلم پر زړه شيطانانو نه دی نازل کړی. وما ينبغى لهم وما يستطيعون
وَمَا يَنۢبَغِى لَهُمْ وَمَا يَسْتَطِيعُونَ ﴿٢١١﴾
او دهغوی لپاره صحيح نه ده چې دهغه پر زړه يې نازل کړي او نه ددغه توان لري
إِنَّهُمْ عَنِ ٱلسَّمْعِ لَمَعْزُولُونَ ﴿٢١٢﴾
هغوی دا نه شي کولای، ځکه هغوی په آسمان کې له هغه ځايه ګوښه کړل شوي دي؛ نو څنګه به هلته ورسېدلی شي او هغه به نازل کړلای شي؟!
فَلَا تَدْعُ مَعَ ٱللَّهِ إِلَـٰهًا ءَاخَرَ فَتَكُونَ مِنَ ٱلْمُعَذَّبِينَ ﴿٢١٣﴾
نو له الله سره بل معبود مه رابوله چې له هغه سره يې شريک کړې، که نه ددغه له امله به بيا ته له عذاب ورکړل شويو څخه شې
وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ ٱلْأَقْرَبِينَ ﴿٢١٤﴾
ای رسوله! له قومه دې تر ټولو نږدې نږدې خپلوان ووېروه، تر څو دالله عذاب ورته ونه رسيږي که چېرې هغوی پر شرک پاتې شي
وَٱخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ ٱتَّبَعَكَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿٢١٥﴾
په کړنه او وينا دې خپل اړخ دهغو کسانو لپاره نرم کړه چې ستا پيروي يې کړې او مؤمنان دي، پر هغوی درحم کولو او نرمۍ کولو له امله
فَإِنْ عَصَوْكَ فَقُلْ إِنِّى بَرِىٓءٌۭ مِّمَّا تَعْمَلُونَ ﴿٢١٦﴾
که چېرې هغوی له تا سرغړونه وکړي، او هغه دالله يووالی او پيروي ونه مني چې ته يې امر ورته کوې؛ نو هغوی ته ووايه: زه له هغه شرک او ګناهونو بېزاره يم چې تاسو يې کوئ
وَتَوَكَّلْ عَلَى ٱلْعَزِيزِ ٱلرَّحِيمِ ﴿٢١٧﴾
او په ټولو چارو کې دې پر هغه برلاسي ذات بروسه وکړه چې له دښمنانو يې غچ اخلي، له هغوی پر هغه چا مهربانه دی چې هغه ته په توبه ورګرځي. مخ ۲۲ له ۲۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
ٱلَّذِى يَرَىٰكَ حِينَ تَقُومُ ﴿٢١٨﴾
هغه پاک ذات چې ويني دې کله چې لمانځه ته پاحېږې
وَتَقَلُّبَكَ فِى ٱلسَّـٰجِدِينَ ﴿٢١٩﴾
او هغه پاک ذات چې له يو حاله بل حال ته په لمونځ کوونکو کې ستا بدلېدل را بدلېدل ويني، له هغه هيڅ هم پټ نه دي ته يې يا له تا پرته بل څوک يې ترسره کوي
إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ ﴿٢٢٠﴾
بېشکه همغه ذات دی چې دهغه قرآن او ذکر اورېدونکی دی چې ته يې لولې يا يې په لمانځه کې کوې او پر نيت دې ښه پوه دی
هَلْ أُنَبِّئُكُمْ عَلَىٰ مَن تَنَزَّلُ ٱلشَّيَـٰطِينُ ﴿٢٢١﴾
آيا خبر درکړم چې هغه شيطانان پر چا نازليږي چې تاسو ګومان کوئ چې هغوی دغه قران را نازلوي؟ تنزل عل كل أفاك أثيم
تَنَزَّلُ عَلَىٰ كُلِّ أَفَّاكٍ أَثِيمٍۢ ﴿٢٢٢﴾
شيطانان له غيب ويونکو څخه پر درواغ جوړوونکي او زيات ګناهکاره نازليږي
يُلْقُونَ ٱلسَّمْعَ وَأَكْثَرُهُمْ كَـٰذِبُونَ ﴿٢٢٣﴾
له پورته مجلسه شيطانان خبرې غلا کوي، بيا يې له کاهنانو(غيب ويونکو) خپلو دوستانو ته ور ښيي، او ډېری کاهنان درواغجن دي، که چېرې يوه کلمه رېښتيا وايي سل نورې درواغ ورسره جوړوي
وَٱلشُّعَرَآءُ يَتَّبِعُهُمُ ٱلْغَاوُۥنَ ﴿٢٢٤﴾
او هغه شاعران چې تاسو دا ګومان کوئ چې محمد صلی الله عليه وسلم له هغوی څخه دی، دهغوی پيروي خو يوازې له سمې او نېغې لا رې اوښتي خلک کوي؛ نو هغه شعرونه روايت کوي چې هغوی يې وايي. ألم ترأن هم فى كل واد يهيمون
أَلَمْ تَرَ أَنَّهُمْ فِى كُلِّ وَادٍۢ يَهِيمُونَ ﴿٢٢٥﴾
ای رسوله! ته وينې چې دهغوی دلار ورکۍ له نښانو دا هم ده چې په هر ناو کې لا لهانده وي، کله دچا ستاينه کوي او کله يې بيا بد بيانوي او کله بيا له دغو دواړو پرته په بل حالت کې وي. وأن هم يقولون ما لا يفعلون
وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ ﴿٢٢٦﴾
او هغوی درواغ وايي؛ نو وايي: موږ دا وکړل او په حقيقت کې يې کړي نه دي. مخ ۲۳ له ۲۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
إِلَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ وَذَكَرُوا۟ ٱللَّهَ كَثِيرًۭا وَٱنتَصَرُوا۟ مِنۢ بَعْدِ مَا ظُلِمُوا۟ ۗ وَسَيَعْلَمُ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوٓا۟ أَىَّ مُنقَلَبٍۢ يَنقَلِبُونَ ﴿٢٢٧﴾
منقلب ينقلبون مګر له شاعرانو هغه کسان چې ايمان يې راوړی، ښه کارونه يې کړي، الله يې ډېر ياد کړی او دالله له دښمنانو يې غچ اخېستی وروسته له دې چې هغوی ظلم پرې کړی دی لکه حسان بن ثابت رضی الله عنه، او هغه کسان چې له الله سره په شريک نيولو او دهغه پر بندګانو يې په تيري کولو ظلم کړی دی ژر به هغوی پوه شي چې دهغوی لپاره څنګه دورتګ ځای دی چې ورځي به؛ نو ژر دي چې داسې لوی ځای او دقيق حساب ته به وروګرځول شي. مخ ۲۴ له ۲۴ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر