تَبَارَكَ ٱلَّذِى نَزَّلَ ٱلْفُرْقَانَ عَلَىٰ عَبْدِهِۦ لِيَكُونَ لِلْعَـٰلَمِينَ نَذِيرًا ﴿١﴾
دهغه ذات خير لوی او زيات دی، چې پر خپل بنده او رسول محمد صلی الله عليه وسلم يې قرآن دحق او باطل تر منځ دتوپير کوونکي په ډول نازل کړی، تر څو دواړه ډوله مخلوقاتو انسانانو او پېريانو ته رسول وي او دهغوی لپاره دالله له سزا ډاروونکی وي
ٱلَّذِى لَهُۥ مُلْكُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَلَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًۭا وَلَمْ يَكُن لَّهُۥ شَرِيكٌۭ فِى ٱلْمُلْكِ وَخَلَقَ كُلَّ شَىْءٍۢ فَقَدَّرَهُۥ تَقْدِيرًۭا ﴿٢﴾
تقديرا يوازې همغه ذات دآسمانونو او ځمکې څښتن دی، نه يې څوک زوی ګرځولی، او نه هغه لره په پاچايۍ کې شريک شته، ټول شيان يې پيداکړي، او دهغو پيدايښت يې دخپلې پوهې او حکمت سره سم اندازه کړی، څنګه چې دهر شي لپاره مناسب دي. ر
وَٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِهِۦٓ ءَالِهَةًۭ لَّا يَخْلُقُونَ شَيْـًۭٔا وَهُمْ يُخْلَقُونَ وَلَا يَمْلِكُونَ لِأَنفُسِهِمْ ضَرًّۭا وَلَا نَفْعًۭا وَلَا يَمْلِكُونَ مَوْتًۭا وَلَا حَيَوٰةًۭ وَلَا نُشُورًۭا ﴿٣﴾
ولا حيوة ولا نشورا مشرکانو له الله پرته نور داسې شيان معبودان ونيول، چې نه کوچنی او نه لوی څه پيداکولای شي، هغوی په خپله پيداکول کيږي، الله هغوی له نشت څخه پيداکړي دي، هغوی له ځانو دزيان مخه نشي نيولی او نه کومه ګټه ورته رسولای شي، نه ژوندی مړ کولای شي او نه مړی را ژوندی کولای شي او نه مړي له خپلو قبرونو بېرته را پاڅولی شي
وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِنْ هَـٰذَآ إِلَّآ إِفْكٌ ٱفْتَرَىٰهُ وَأَعَانَهُۥ عَلَيْهِ قَوْمٌ ءَاخَرُونَ ۖ فَقَدْ جَآءُو ظُلْمًۭا وَزُورًۭا ﴿٤﴾
او هغو کسانو چې پر الله او دهغه پر رسول يې کفر کړی وويل: نه دی دغه قرآن مګر داسې درواغ چې محمد له ځانه جوړ کړي؛ نو بيا يې الله ته په نسبت کولو تور لګولی، او په دغه درواغ جوړولو کې نورو خلکو مرسته ورسره کړې ده، پرته له شکه دغو کافرانو باطله وينا له ځانه جوړه کړې ده، قرآن دالله وينا ده، دانسانانو او پېريانو لپاره دهغه غوندې وينا راوړل شونې نه ده
وَقَالُوٓا۟ أَسَـٰطِيرُ ٱلْأَوَّلِينَ ٱكْتَتَبَهَا فَهِىَ تُمْلَىٰ عَلَيْهِ بُكْرَةًۭ وَأَصِيلًۭا ﴿٥﴾
دغو دقرآن درواغ ګڼونکو وويل: قرآن دپخوانيو کيسې دي او هغه باطلې کيسې دي چې هغوی يې ليکي، محمد را نقل کړې دي؛ نو هغه دورځې په پيل او په پای کې پرې لوستل کيږي
قُلْ أَنزَلَهُ ٱلَّذِى يَعْلَمُ ٱلسِّرَّ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ غَفُورًۭا رَّحِيمًۭا ﴿٦﴾
ای رسوله! دغو درواغ ګڼونکو ته ووايه: قرآن هغه الله را نازل کړی چې په آسمانونو او ځمکه کې پر هرڅه پوه دی، هغه له ځانه نه دی جوړکړل شوی لکه څنګه چې تاسو ګومان کوئ، بيا يې توبې ته په هڅولو هغوی ته وويل: بېشکه الله له خپلو بندګانو دهغه چا بښونکی دی چې توبه ورته وباسي او پر هغوی مهربان دی
وَقَالُوا۟ مَالِ هَـٰذَا ٱلرَّسُولِ يَأْكُلُ ٱلطَّعَامَ وَيَمْشِى فِى ٱلْأَسْوَاقِ ۙ لَوْلَآ أُنزِلَ إِلَيْهِ مَلَكٌۭ فَيَكُونَ مَعَهُۥ نَذِيرًا ﴿٧﴾
دنبي صلی الله علیه وسلم درواغ ګڼونکو مشرکانو وويل: دغه سړي لره څه دي چې ځان دالله لخوا رسول ګڼي، همداسې خوراک کوي لکه نور خلک يې چې کوي، په بازار کې دژوند دتوکو په لټه کې ګرځي او را ګرځي، ولې الله له هغه سره يوه پرېښته نه ده رالېږلې چې له هغه سره ملګرې وي چې تصديق او مرسته يې کوي. مخ ۱ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
أَوْ يُلْقَىٰٓ إِلَيْهِ كَنزٌ أَوْ تَكُونُ لَهُۥ جَنَّةٌۭ يَأْكُلُ مِنْهَا ۚ وَقَالَ ٱلظَّـٰلِمُونَ إِن تَتَّبِعُونَ إِلَّا رَجُلًۭا مَّسْحُورًا ﴿٨﴾
او يا پر هغه له آسمانه يوه خزانه را نازله کړي وی او يا هغه لره يو بڼ وی چې مېوې يې ترې خوړلی؛ نو په بازارونو کې به له ګرځېدو او روزۍ لټولو څخه به بې غمه وی، هغو ظالمانولا دا هم وويل: ای مؤمنانو تاسو درسول پيروي نه کوئ، بلکې تاسو ديو داسې سړي پيروي کوئ چې عقل يې دکوډو له امله له لا سه ورکړی دی
ٱنظُرْ كَيْفَ ضَرَبُوا۟ لَكَ ٱلْأَمْثَـٰلَ فَضَلُّوا۟ فَلَا يَسْتَطِيعُونَ سَبِيلًۭا ﴿٩﴾
ای رسوله وګوره! دا چې له هغوی تعجب وکړې، چې څنګه يې باطل صفتونه درته بيان کړل؛ نو ويې ويل: هغه ګوډګر دی، ويې ويل: ګوډې پرې شوې دي، ويې ويل: لېونی دی؛ نو هغوی په سمه لا ر نشي تللی او نه هغوی ددې توان لري چې ستا په رېښتينولۍ او امانت دارۍ کې عيب را وباسي
تَبَارَكَ ٱلَّذِىٓ إِن شَآءَ جَعَلَ لَكَ خَيْرًۭا مِّن ذَٰلِكَ جَنَّـٰتٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ وَيَجْعَل لَّكَ قُصُورًۢا ﴿١٠﴾
هغه ذات برکتناک دی، که وغواړي له هغه به هم غوره څه درکړي چې هغوی درته وړانديز کړي دي، دا چې په دنيا کې به داسې باغونه درته پيداکړي چې تر ماڼيو او ونولا ندې به يې ویالې بهيږي او دونو له مېوو به يې خوراک کوې، او داسې ماڼۍ به درته پيداکړي چې په خوند به پکې اوسېږې
بَلْ كَذَّبُوا۟ بِٱلسَّاعَةِ ۖ وَأَعْتَدْنَا لِمَن كَذَّبَ بِٱلسَّاعَةِ سَعِيرًا ﴿١١﴾
له هغوی دحق غوښتلو او دليل لټولو ويناوې صادرې نه شوې، بلکې لنډه دا چې هغوی دقيامت ورځ درواغ وګڼله او چا چې دقيامت ورځ درواغ ګڼلې دهغوی لپاره مو لوی سخت لمبه وهونکی اور چمتو کړی دی. إذا رأتهم من م كانبعيد سمعوا لها تغيظا وزفيرا
إِذَا رَأَتْهُم مِّن مَّكَانٍۭ بَعِيدٍۢ سَمِعُوا۟ لَهَا تَغَيُّظًۭا وَزَفِيرًۭا ﴿١٢﴾
کله چې اور کافران وويني چې هغوی ور وستل کيږي، له لرې ځايه به يې خوټېدل او سخت وېروونکی آواز پر هغوی دسختې غوسې له امله واوري
وَإِذَآ أُلْقُوا۟ مِنْهَا مَكَانًۭا ضَيِّقًۭا مُّقَرَّنِينَ دَعَوْا۟ هُنَالِكَ ثُبُورًۭا ﴿١٣﴾
کله چې دغه کافران ددوزخ په يو تنګ ځای کې په داسې حال کې وغورځول شي چې لا سونه يې په غاړو کې په ځنځيرونو تړل شوي وي، هغوی به له دوزخ څخه د خلاصون په تمه دخپلو ځانونو مرګ وغواړي
لَّا تَدْعُوا۟ ٱلْيَوْمَ ثُبُورًۭا وَٰحِدًۭا وَٱدْعُوا۟ ثُبُورًۭا كَثِيرًۭا ﴿١٤﴾
ورته وبه ويل شي: ای کافرانو نن يو مرګ مه غواړئ، ډېر مرګونه وغواړئ، خو هغه غوښتنه به مو ونه منل شي چې کوئ يې، بلکې تل به په دردوونکې سزا کې پاتې شئ
قُلْ أَذَٰلِكَ خَيْرٌ أَمْ جَنَّةُ ٱلْخُلْدِ ٱلَّتِى وُعِدَ ٱلْمُتَّقُونَ ۚ كَانَتْ لَهُمْ جَزَآءًۭ وَمَصِيرًۭا ﴿١٥﴾
ورته ووايه ای رسوله! آيا دغه ياده شوې سزا چې تاسوته بيان کړل شوه ښه ده که هغه تلپاتې جنت چې نعمتونه به يې تل وي هيڅکله به نه ختميږي؟ هغه نعمتونه چې الله يې له خپلو ځان ساتونکو بندګانو ژمنه کړې چې دهغوی لپاره به بدله او دورتلو ځای وي چې دقيامت په ورځ به ورځي
لَّهُمْ فِيهَا مَا يَشَآءُونَ خَـٰلِدِينَ ۚ كَانَ عَلَىٰ رَبِّكَ وَعْدًۭا مَّسْـُٔولًۭا ﴿١٦﴾
هغوی لره به په دغه جنت کې هغه نعمتونه وي چې غواړي يې، دغه پر الله يوه ژمنه ده، چې دهغه ځان ساتونکي بندګان به يې ترې غواړي، او دالله ژمنه ترسره کېدونکې ده، هغه له خپلې ژمنې نه اوړي. مخ ۲ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ فَيَقُولُ ءَأَنتُمْ أَضْلَلْتُمْ عِبَادِى هَـٰٓؤُلَآءِ أَمْ هُمْ ضَلُّوا۟ ٱلسَّبِيلَ ﴿١٧﴾
او په هغه ورځ چې کله الله درواغ ګڼونکي مشرکان او له الله پرته دهغه معبودان را غونډ کړي چې هغوی لمانځل، بيا الله دغو معبودانو ته دهغوی دلمانځونکو د ملامتولو لپاره ووايي: آيا تاسو زما بندګان لا ر ورکي کړي وو چې امر مو ورته کړی وترڅو ستاسو عبادت وکړي او هغوی له خپل لوري لا ر ورکي شوي وو؟
قَالُوا۟ سُبْحَـٰنَكَ مَا كَانَ يَنۢبَغِى لَنَآ أَن نَّتَّخِذَ مِن دُونِكَ مِنْ أَوْلِيَآءَ وَلَـٰكِن مَّتَّعْتَهُمْ وَءَابَآءَهُمْ حَتَّىٰ نَسُوا۟ ٱلذِّكْرَ وَكَانُوا۟ قَوْمًۢا بُورًۭا ﴿١٨﴾
وكانوا قوما بورا معبودان به ووايي: ای زموږ پالونکيه پاک يې له دې چې تا لره دې شريک وي، زموږ لپاره نه ده په کار چې له تا پرته نور داسې دوستان ونيسو چې دوستي ورسره وکړو؛ نو څنګه به ستا بندګان دېته را وبولو چې له تا پرته زموږ عبادت وکړي؟ خو تا دغو مشرکانو ته ددنيا په خوندونو ګټه رسولې وه، له هغوی مخکې دې داستدراج په ډول دهغوی پلرونو ته هم ګټه رسولې وه، تر دې چې ستا ياد يې هېر کړ؛ نو ستاسره يې نور شيان ولمانځل، او هغوی دخپلې بدبختۍ له امله تباه کېدونکی قوم و
فَقَدْ كَذَّبُوكُم بِمَا تَقُولُونَ فَمَا تَسْتَطِيعُونَ صَرْفًۭا وَلَا نَصْرًۭا ۚ وَمَن يَظْلِم مِّنكُمْ نُذِقْهُ عَذَابًۭا كَبِيرًۭا ﴿١٩﴾
ای مشرکانو له الله پرته مو چې دکومو معبودانو عبادت کاوه هغوی هم تاسو درواغجن وبللئ په هغه دعوی کې چې دهغوی پر خلاف مو کوله؛ نو نه له خپلو ځانونو د سزا مخه نيولی شئ او نه يې دبې وسۍ له امله مرسته کولی شئ، او ای مؤمنانو له تاسو چې پر الله دشرک له امله څوک ظلم وکړي هغه ته لويه سزا وروڅکو لکه هغه چاته مو چې ورڅکلې ده چې يادونه يې وشوه
وَمَآ أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنَ ٱلْمُرْسَلِينَ إِلَّآ إِنَّهُمْ لَيَأْكُلُونَ ٱلطَّعَامَ وَيَمْشُونَ فِى ٱلْأَسْوَاقِ ۗ وَجَعَلْنَا بَعْضَكُمْ لِبَعْضٍۢ فِتْنَةً أَتَصْبِرُونَ ۗ وَكَانَ رَبُّكَ بَصِيرًۭا ﴿٢٠﴾
ای رسوله! له تا مخکې مو يوازې انسانان درسولانو په توګه لېږلي دي، چې خواړه يې خوړل او په بازارونو کې ګرځېدل، ته په دغه کې کوم نوی رسول نه يې، او ای خلکو ستاسو ځينې مو دځينو لپاره په شتمنۍ او بې وزلۍ، روغتيا او ناروغۍ کې ددغه اختلاف له امله ازمويښت ګرځولي ياست، آيا صبر کولای شئ په هغه څه چې پرې ازمويل شوي ياست؟! اوستا پالونکی ليدونکی دی دهغه چا صبر کوي او هغه چا چې صبر نه کوي، دهغه چا چې پيروي يې کوي او هغه چا چې سرغړونه ترې کوي. و
۞ وَقَالَ ٱلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَآءَنَا لَوْلَآ أُنزِلَ عَلَيْنَا ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ أَوْ نَرَىٰ رَبَّنَا ۗ لَقَدِ ٱسْتَكْبَرُوا۟ فِىٓ أَنفُسِهِمْ وَعَتَوْ عُتُوًّۭا كَبِيرًۭا ﴿٢١﴾
كبيرا او هغو کافرانو چې له موږ سره يې دمخامخېدو هيله نه لرله او زموږ له سزا نه وېرېدل وويل: ولې موږ ته الله پرېښتې را کوزې نه کړې چې موږ يې دمحمد له رېښتيولۍ خبر کړي وای؟يا مو خپل پالونکی مخامخ لېدلی وای چې موږ يې پردې خبر کړي وای؟تر دې چې ددغوکسانو په زړونو کې لويي دومره زياته شوه چې له ايمان راوړلو يې منع کړل او په خپله وينا په کفر او سرکښۍ کې له دغه بريده واوښتل
يَوْمَ يَرَوْنَ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةَ لَا بُشْرَىٰ يَوْمَئِذٍۢ لِّلْمُجْرِمِينَ وَيَقُولُونَ حِجْرًۭا مَّحْجُورًۭا ﴿٢٢﴾
کومه ورځ چې کافران دخپل مرګ پر مهال، په برزخ کې، دبيا راژوندي کېدو پرمهال، چې حساب ته بېول کيږي او کله چې اور ته ننه اېستل کيږي پرښتې وويني: په دغو حالتونو کې به هغوی لره هيڅ ښه زيری نه وي، په خلاف دمؤمنانو، او پرښتې به ورته ووايي: پر تاسو دالله له لوري زيری ناروا او حرام کړل شوی دی
وَقَدِمْنَآ إِلَىٰ مَا عَمِلُوا۟ مِنْ عَمَلٍۢ فَجَعَلْنَـٰهُ هَبَآءًۭ مَّنثُورًا ﴿٢٣﴾
او کوم ښه او دخير کار چې کافرانو په دنيا کې کړی هوډ مو کړی چې دهغوی دکفر له امله يې په له منځه وړلو او دګتې په نشتون کې دهغه شيندل شوي ګرد غوندې وګرځوو چې يو ليدونکی يې له کړکۍ څخه دداخل شوي لمر په رڼا کې ويني. مخ ۳ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ر
أَصْحَـٰبُ ٱلْجَنَّةِ يَوْمَئِذٍ خَيْرٌۭ مُّسْتَقَرًّۭا وَأَحْسَنُ مَقِيلًۭا ﴿٢٤﴾
هغه مؤمنان چې جنتيان دي په دغه ورځ به په غوره ځای کې وي او په دنيا کې به دغرمې له خوب ځای څخه ددغو کافرانو څخه ډېر غوره وي، دغه پر الله دهغوی دايمان او هغوی دنېک عمل له کبله
وَيَوْمَ تَشَقَّقُ ٱلسَّمَآءُ بِٱلْغَمَـٰمِ وَنُزِّلَ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ تَنزِيلًا ﴿٢٥﴾
ياد کړه ای رسوله! په کومه وځ چې له نرۍ سپينې وريځې څخه آسمان څېرې کړل شي او پرېښتې دهغوی دزياتوالي له امله دراپاڅېدلو ميدان ته په پرله پسې ډول را کوزې کړو
ٱلْمُلْكُ يَوْمَئِذٍ ٱلْحَقُّ لِلرَّحْمَـٰنِ ۚ وَكَانَ يَوْمًا عَلَى ٱلْكَـٰفِرِينَ عَسِيرًۭا ﴿٢٦﴾
هغه پاچايي چې حقه او تلپاتې پاچايي ده دقيامت په ورځ يوازې رحمان ذات لره ده، او دغه ورځ به پر کافرانو سخته وي پر خلاف دمؤمنانو چې پر هغوی به آسانه وي
وَيَوْمَ يَعَضُّ ٱلظَّالِمُ عَلَىٰ يَدَيْهِ يَقُولُ يَـٰلَيْتَنِى ٱتَّخَذْتُ مَعَ ٱلرَّسُولِ سَبِيلًۭا ﴿٢٧﴾
ای رسوله! په ياد کړه په کومه ورځ چې ظالم درسول صلی الله عليه وسلم دپيروۍ دپرېښودو له امله دسختې پښېمانۍ له کبله خپل لا سونه چيچي وايي به: کاشکي مې په هغه څه کې درسول پيروي کړې وای چې هغه دخپل پالونکي لخوا راوړي دي، او له هغه سره مې دبريا لا ر نېولې وای. يويلت ليتنى لم أت خذ فلانا خليلا
يَـٰوَيْلَتَىٰ لَيْتَنِى لَمْ أَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِيلًۭا ﴿٢٨﴾
او له سخت افسوسه به وايي په داسې حال کې چې دځان لپاره به تباهي رابولي: های های کاشکي مې فلانی کافر دوست نه وای ګرځولی
لَّقَدْ أَضَلَّنِى عَنِ ٱلذِّكْرِ بَعْدَ إِذْ جَآءَنِى ۗ وَكَانَ ٱلشَّيْطَـٰنُ لِلْإِنسَـٰنِ خَذُولًۭا ﴿٢٩﴾
پرته له شکه دغه کافر ملګري زه له قرآن څخه وروسته له هغه واړولم چې ماته درسول له لا رې راورسېدی، او شيطان دانسان زيات پرېښودونکی دی، کله چې هم پر هغه سختي راشي له هغه بېزاره کيږي
وَقَالَ ٱلرَّسُولُ يَـٰرَبِّ إِنَّ قَوْمِى ٱتَّخَذُوا۟ هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانَ مَهْجُورًۭا ﴿٣٠﴾
او رسول دخپل قوم له حال څخه دشکايت په توګه هغه ورځ وويل: ای زما پالونکيه!و بېشکه زما هغه قوم چې زه دې ورلېږلی وم دغه قرآن پرېښود او مخ يې ترې واړوه
وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِىٍّ عَدُوًّۭا مِّنَ ٱلْمُجْرِمِينَ ۗ وَكَفَىٰ بِرَبِّكَ هَادِيًۭا وَنَصِيرًۭا ﴿٣١﴾
ای رسوله! لکه څنګه چې ته دخپل قوم لخوا له کړاو او له خپلې لا رې دايسارولو سره مخ شوې، همدارنګه مو له مخکېنيو انبياوو څخه دهر نبي لپاره دهغه له ګناهکار قوم څخه دښمن ګرځولی و، پالونکی دې دلارښوونکي په توګه بسنه کوي چې حق ته لا رښوونه کوي او دمرستندوی په توګه بسنه کوي چې ددښمن پر خلاف دې مرسته کوي
وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَوْلَا نُزِّلَ عَلَيْهِ ٱلْقُرْءَانُ جُمْلَةًۭ وَٰحِدَةًۭ ۚ كَذَٰلِكَ لِنُثَبِّتَ بِهِۦ فُؤَادَكَ ۖ وَرَتَّلْنَـٰهُ تَرْتِيلًۭا ﴿٣٢﴾
او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی وايي: ولې دغه قرآن پر رسول يو ځل نازل نه کړای شو، چې بېل بېل نه وای پرې نازل کړای شوی، ای رسوله! موږ همدارنګه قرآن بېل بېل نازل کړ تر څو يې په څو څو ځلې نازلولو ستا زړه ته آرام درکړو، او همداسې لږ لږ مو نازل کړ دپوهاوي او يادولو دآسانتيا لپاره. مخ ۴ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَلَا يَأْتُونَكَ بِمَثَلٍ إِلَّا جِئْنَـٰكَ بِٱلْحَقِّ وَأَحْسَنَ تَفْسِيرًا ﴿٣٣﴾
ای رسوله! مشرکان که هر ډول مثال او پوښتنه درته راوړي چې هغوی يې وړاندې کوي، موږ يې حق او ثابترځواب درته راوړی، او تر ټولو غوره وينا مو درته راوړې ده
ٱلَّذِينَ يُحْشَرُونَ عَلَىٰ وُجُوهِهِمْ إِلَىٰ جَهَنَّمَ أُو۟لَـٰٓئِكَ شَرٌّۭ مَّكَانًۭا وَأَضَلُّ سَبِيلًۭا ﴿٣٤﴾
هغه کسان چې دقيامت په ورځ به پړ مخې دوزخ ته ورټېل وهل کيږي، ددغو کسانو لپاره ډېر بد ځای دی، ځکه ځای يې دوزخ دی او له حق څخه ډېره لرې لا ر ده، ځکه دهغوی لا ر کفر اولا رورکي ده
وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَـٰبَ وَجَعَلْنَا مَعَهُۥٓ أَخَاهُ هَـٰرُونَ وَزِيرًۭا ﴿٣٥﴾
او بېشکه موسی ته مو تورات ورکړ او دهغه ورور هارون مو درسول په توګه دهغه مرستيال وګرځولو
فَقُلْنَا ٱذْهَبَآ إِلَى ٱلْقَوْمِ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا فَدَمَّرْنَـٰهُمْ تَدْمِيرًۭا ﴿٣٦﴾
هغوی دواړو ته مو وويل: دواړه فرعون او هغه قوم ته يې ورشئ چې زموږ ايتونه يې درواغ ګڼلي، هغوی دواړو زموږ امر پرځای کړ، دواړه هغوی ته ورغلل، هغوی يې د الله يووالي ته راوبلل، خو هغوی دواړه يې درواغجن وګڼل؛ نو هغوی مو سخت تباه کړل
وَقَوْمَ نُوحٍۢ لَّمَّا كَذَّبُوا۟ ٱلرُّسُلَ أَغْرَقْنَـٰهُمْ وَجَعَلْنَـٰهُمْ لِلنَّاسِ ءَايَةًۭ ۖ وَأَعْتَدْنَا لِلظَّـٰلِمِينَ عَذَابًا أَلِيمًۭا ﴿٣٧﴾
او دنوح قوم چې کله په خپلو درواغ ګنلو نوح عليه السلام درواغجن وګاڼه، هغوی مو په درياب کې غرق کړل، دهغوی تباهي مو دظالمانو په له منځه وړلو زموږ د قدرت نښانه وګرځوله، دقيامت په ورځ مو دهغوی لپاره دردوونکې سزا چمتو کړې ده
وَعَادًۭا وَثَمُودَا۟ وَأَصْحَـٰبَ ٱلرَّسِّ وَقُرُونًۢا بَيْنَ ذَٰلِكَ كَثِيرًۭا ﴿٣٨﴾
او دهود قوم عادیان، دصالح قوم ثموديان مو تباه کړل، دڅاه څښتنانل مو تباه کړل او ددغو دريو ترمنځل مو ډېر ولسونه تباه کړل
وَكُلًّۭا ضَرَبْنَا لَهُ ٱلْأَمْثَـٰلَ ۖ وَكُلًّۭا تَبَّرْنَا تَتْبِيرًۭا ﴿٣٩﴾
او له دغو تباه شويو څخه مو هر يو ته دپخوانيو امتونو تباهي او دهغې لا ملونه بيان کړي، تر څو پند ترې واخلي او هر يو مو په سخته تباهۍ سره دهغوی دکفر او ضد له امله تباه کړل
وَلَقَدْ أَتَوْا۟ عَلَى ٱلْقَرْيَةِ ٱلَّتِىٓ أُمْطِرَتْ مَطَرَ ٱلسَّوْءِ ۚ أَفَلَمْ يَكُونُوا۟ يَرَوْنَهَا ۚ بَلْ كَانُوا۟ لَا يَرْجُونَ نُشُورًۭا ﴿٤٠﴾
او بېشکه ستا له قومه درواغ ګڼونکي خلک، شام ته په خپل تګ کې دلوط دقوم هغه کلي ته راغلل چې دهغوی دناروا کړنې له امله دسزا په ډول دډبرو باران پرې شوی و، تر څو پند ترې واخلي، آيا هغوی له دغه کلي څخه ړانده وو چې ويې نه ليدلو؟ نه داسې نه وه. بلکې هغوی دبيا راوژوندي کېدو هيله نه لرله چې له هغه وروسته به حساب ورسره کيږي
وَإِذَا رَأَوْكَ إِن يَتَّخِذُونَكَ إِلَّا هُزُوًا أَهَـٰذَا ٱلَّذِى بَعَثَ ٱللَّهُ رَسُولًا ﴿٤١﴾
او کله چې دې ای رسوله! دغه درواغ ګڼونکي خلک وويني، ملنډې درباندې وهي چې دمسخرو او نټې په توګه وايي آیا دا هغه څوک دی چې الله موږ ته درسول په توګه رالېږلی. مخ ۵ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
إِن كَادَ لَيُضِلُّنَا عَنْ ءَالِهَتِنَا لَوْلَآ أَن صَبَرْنَا عَلَيْهَا ۚ وَسَوْفَ يَعْلَمُونَ حِينَ يَرَوْنَ ٱلْعَذَابَ مَنْ أَضَلُّ سَبِيلًا ﴿٤٢﴾
نږدې وچې هغه دخپلو معبودانو له عبادته اړولي وو، که چېرې مو يې پر عبادت صبر نه وای کړی، هرومرو به يې په خپلو حجتونو او دلايلو ترې ګرځولي وو، ژر به پوه شي کله چې په خپلو قبرونو کې او دقيامت په ورځ سزا وويني چې آيا هغوی لا ر ورکه کړې وه او که هغه؟ او ډېر ژر به پوه شي چې څوک لا ر ورکي دي؟
أَرَءَيْتَ مَنِ ٱتَّخَذَ إِلَـٰهَهُۥ هَوَىٰهُ أَفَأَنتَ تَكُونُ عَلَيْهِ وَكِيلًا ﴿٤٣﴾
ای رسوله! آيا هغه څوک دې ليدلي دي چې خپل هوس يې معبود ګرځولی او دهغه پيروي يې کړې ده، آيا ته دهغه ساتونکی يې چې ايمان ته يې راګرځوې او له کفر څخه يې منع کوې؟!
أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ ۚ إِنْ هُمْ إِلَّا كَٱلْأَنْعَـٰمِ ۖ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلًا ﴿٤٤﴾
بلکې ته ګومان کوې ای رسوله! چې ډېری هغه خلک چې ته يې دالله يووالي او پيروۍ ته رابولې هغوی دقبلولو اورېدل کوي يا هغوی پرحجتونو او دلايلو پوهيږي؟! نه دي هغوی په اورېدو، له عقل څخه کار اخېستو او پوهه کې مګر دڅارويو غوندې، بلکې له څارويو هم ډېر لا رورکي دي
أَلَمْ تَرَ إِلَىٰ رَبِّكَ كَيْفَ مَدَّ ٱلظِّلَّ وَلَوْ شَآءَ لَجَعَلَهُۥ سَاكِنًۭا ثُمَّ جَعَلْنَا ٱلشَّمْسَ عَلَيْهِ دَلِيلًۭا ﴿٤٥﴾
ای سوله! آيا تا نه دي کتلي دالله دپيدايښت اغېزو ته چې کله يې سيوری دزمکې پر مخ غوړولی ده، که هغه غوښتي وای هغه به يې داسې درولی وای چې خوځښت به يې نه کولو، بيا مو لمر پر هغو دليل ګرځولی، چې له لمر سره اوږديږي او لنډيږي. ثم قبض نه إلينا قبضا يسيرا
ثُمَّ قَبَضْنَـٰهُ إِلَيْنَا قَبْضًۭا يَسِيرًۭا ﴿٤٦﴾
بيا مو هغه سيوری دلمر له لوړېدو سره سم په کمولو سره ورو ورو لږ لږ را ټول کړ
وَهُوَ ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُمُ ٱلَّيْلَ لِبَاسًۭا وَٱلنَّوْمَ سُبَاتًۭا وَجَعَلَ ٱلنَّهَارَ نُشُورًۭا ﴿٤٧﴾
الله هغه ذات دی چې شپه يې ستاسو لپاره دجامو غوندې ګرځولې چې پکې پتېږئ او نور شيان پټوي، او همغه ذات دی چې خوب يې ستاسو لپاره آرام ګرځولی، چې له بوختياوو مو پکې آرام کوئ، او همغه ذات دی چې ورځ يې ستاسو لپاره خپلو کارونو ته دتللو وخت ګرځولې ده
وَهُوَ ٱلَّذِىٓ أَرْسَلَ ٱلرِّيَـٰحَ بُشْرًۢا بَيْنَ يَدَىْ رَحْمَتِهِۦ ۚ وَأَنزَلْنَا مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءًۭ طَهُورًۭا ﴿٤٨﴾
او همغه ذات دی چې دداسې باران چې پر بندګانو يې رحمت دی له ورولو سره زيری ورکوونکي بادونه ليږي او موږ له آسمانه دباران پاکې اوبه ورولي دي چې پر هغو خلک پاکي ترلاسه کوي
لِّنُحْـِۧىَ بِهِۦ بَلْدَةًۭ مَّيْتًۭا وَنُسْقِيَهُۥ مِمَّا خَلَقْنَآ أَنْعَـٰمًۭا وَأَنَاسِىَّ كَثِيرًۭا ﴿٤٩﴾
تر څو پر دغه ورول شويو اوبو داسې مړه زمکه چې شينګيا پکې نه وي په بېلابېلو شينګياوو راشنه کولو او سبزيانو خورولو سره را ژوندۍ کړو، او پر دغه اوبو هغه څاروي او ډېر مخلوقات چې پيداکړي مو دي اوبه کړو
وَلَقَدْ صَرَّفْنَـٰهُ بَيْنَهُمْ لِيَذَّكَّرُوا۟ فَأَبَىٰٓ أَكْثَرُ ٱلنَّاسِ إِلَّا كُفُورًۭا ﴿٥٠﴾
پرته له شکه حجتونه او دلايل مو په بېلابېلو ډولونو بيان کړل، تر څو پند ترې واخلي، خو ډېری خلکو له حق څخه نټه وکړه او هغه يې بد وګڼی. مخ ۶ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ولو شئنا لبعثنا فى كل قرية نذيرا
وَلَوْ شِئْنَا لَبَعَثْنَا فِى كُلِّ قَرْيَةٍۢ نَّذِيرًۭا ﴿٥١﴾
او که مو غوښتي وای هر کلي ته مو يو رسول لیږلی و، چې هغوی يې دالله له عذابه وېرولي او ډار کړي وای، خو موږ دا ونه غوښتل، بلکې موږ يوازې محمد صلی الله عليه وسلم ټولو خلکو ته درسول په توګه ولېږه
فَلَا تُطِعِ ٱلْكَـٰفِرِينَ وَجَـٰهِدْهُم بِهِۦ جِهَادًۭا كَبِيرًۭا ﴿٥٢﴾
نو دکافرانو په هغه څه کې پيروي مه کوه چې هغوی دکومې دوکې غوښتنه درڅخه کوي او يا کوم وړانديزونه درته کوي، او په دغه پر تا نازل شوي قرآن سره دهغوی د آزار پر وړاندې او دالله لوري ته په بلنه کې دسختيو په ګاللو کې لوی جهاد کوه
۞ وَهُوَ ٱلَّذِى مَرَجَ ٱلْبَحْرَيْنِ هَـٰذَا عَذْبٌۭ فُرَاتٌۭ وَهَـٰذَا مِلْحٌ أُجَاجٌۭ وَجَعَلَ بَيْنَهُمَا بَرْزَخًۭا وَحِجْرًۭا مَّحْجُورًۭا ﴿٥٣﴾
او الله پاک هغه ذات دی چې دوه دريابونه يې سره يوځای کړي، له هغوی دواړو يې خوږ له مالګين سره يوځای کړی، او دهغوی دواړو ترمنځ يې داسې خنډ او پرده ګرځولې چې يو او بل له ګډېدو منع کوي
وَهُوَ ٱلَّذِى خَلَقَ مِنَ ٱلْمَآءِ بَشَرًۭا فَجَعَلَهُۥ نَسَبًۭا وَصِهْرًۭا ۗ وَكَانَ رَبُّكَ قَدِيرًۭا ﴿٥٤﴾
او همغه ذات دی چې دنارينه او ښځينه له مني يې انسان پيدا کړ، او دانسان له پيدايښت څخه يې دخپلوۍ او خسرګنۍ اړيکه پيداکړه، ای رسوله! پالونکی دې ډېر قادر دی هيڅ شی يې نه شي بې وسه کولای، دهغه دقدرت له نښانو دانسان پيداکول دي دنارينه او ښځينه له مني څخه
وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَنفَعُهُمْ وَلَا يَضُرُّهُمْ ۗ وَكَانَ ٱلْكَافِرُ عَلَىٰ رَبِّهِۦ ظَهِيرًۭا ﴿٥٥﴾
او کافران له الله پرته دداسې بتانو عبادت کوي که يې پيروي وکړي ګټه نه شي ورته رسولی او که سرغړونه ترې وکړي زيان نه شي ورته رسولی، او کافر په هغه څه کې دشيطان پيرو دی کوم څه چې الله په غوسه کوي
وَمَآ أَرْسَلْنَـٰكَ إِلَّا مُبَشِّرًۭا وَنَذِيرًۭا ﴿٥٦﴾
ای رسوله! ته مو يوازې دهغه چا لپاره زيری ورکوونکی لېږلی يې چې په ايمان راوړلو او نېک عمل کولو سره دالله پيروي کوي او دهغه چا لپاره وېروونکی چې په کفر او سرکښۍ سرغړونه کوي
قُلْ مَآ أَسْـَٔلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِلَّا مَن شَآءَ أَن يَتَّخِذَ إِلَىٰ رَبِّهِۦ سَبِيلًۭا ﴿٥٧﴾
ووايه: ای رسوله! زه دپېغام په رسولو له تاسې کومه بدله نه غواړم، مګر دا چې که له تاسې څوک دالله دخوښۍ لپاره لګښت کول غواړي نو ويې دې کړي
وَتَوَكَّلْ عَلَى ٱلْحَىِّ ٱلَّذِى لَا يَمُوتُ وَسَبِّحْ بِحَمْدِهِۦ ۚ وَكَفَىٰ بِهِۦ بِذُنُوبِ عِبَادِهِۦ خَبِيرًا ﴿٥٨﴾
ای رسوله! په ټولو چارو کې دې پر هغه تلپاتې ژوندي ذات بروسه کوه چې هيڅکله نه مري، او په ستاينه سره دهغه پاک ذات پاکي بيانوه، هغه يې دبنده ګانو پر ګناهونو دباخبره اوسېدو لپاره بسنه کوي، له هغه هيڅ هم پټ نه دي او هغوی ته به پرې جزا ورکړي
ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِى سِتَّةِ أَيَّامٍۢ ثُمَّ ٱسْتَوَىٰ عَلَى ٱلْعَرْشِ ۚ ٱلرَّحْمَـٰنُ فَسْـَٔلْ بِهِۦ خَبِيرًۭا ﴿٥٩﴾
هغه ذات چې آسمانونه، زمکه او څه چې دهغو تر منځ دي په شپږو ورځو کې پيداکړل، بيا پر عرش لوړ او اوچت شو داسې لوړوالی چې دهغه له شان سره ښايي، هغه رحمان ذات دی؛ نو ای رسوله! له يو باخبره پوښتنه وکړه چې هغه الله دی چې پر هر څه پوهيږي او هيڅ هم ترې پټ نه دي. مخ ۷ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ٱسْجُدُوا۟ لِلرَّحْمَـٰنِ قَالُوا۟ وَمَا ٱلرَّحْمَـٰنُ أَنَسْجُدُ لِمَا تَأْمُرُنَا وَزَادَهُمْ نُفُورًۭا ۩ ﴿٦٠﴾
او کله چې کافرانو ته وويل شي: رحمان ته سجده وکړئ، هغوی وايي: موږ رحمان ته سجده نه کوو، رحمان څوک دی؟ موږ يې نه پېژنو او نه يې منو؟! آيا موږ هغه چاته سجده وکړو چې ته يې دسجدې امر کوې او موږ يې نه پېژنو؟! دهغه لخوا دسجدې امر دهغوی لپاره پر الله دايمان راوړل لا لرې کړل
تَبَارَكَ ٱلَّذِى جَعَلَ فِى ٱلسَّمَآءِ بُرُوجًۭا وَجَعَلَ فِيهَا سِرَٰجًۭا وَقَمَرًۭا مُّنِيرًۭا ﴿٦١﴾
مبارک دی هغه ذات چې په آسمان کې يې دسيارو او روانو ستوريو لپاره منزلونه پيداکړل، په آسمان کې يې داسې لمر پيدا کړ چې رڼا کوي، او داسې سپوږمۍ يې پيدا کړه چې له لمر څخه په رڼا اخېستلو زمکه رڼا کوي
وَهُوَ ٱلَّذِى جَعَلَ ٱلَّيْلَ وَٱلنَّهَارَ خِلْفَةًۭ لِّمَنْ أَرَادَ أَن يَذَّكَّرَ أَوْ أَرَادَ شُكُورًۭا ﴿٦٢﴾
او الله هغه ذات دی چې شپه او ورځ يې يو په بل پسې راتلونکي او ديو بل ځای ناستي ګرځولي دي، دهغه چا لپاره چې غواړي دالله له نښانو پند واخلي؛ نولا ر ومومي، او يا دهغه چا لپاره چې دهغه پر نعمتونو شکر اېستل غواړي
وَعِبَادُ ٱلرَّحْمَـٰنِ ٱلَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى ٱلْأَرْضِ هَوْنًۭا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ ٱلْجَـٰهِلُونَ قَالُوا۟ سَلَـٰمًۭا ﴿٦٣﴾
او درحمان (اصلى) بنده ګان هغه دي چې په ځمكه ورو ورو (په عاجزۍ) درومي او كله چې جاهلان ورسره مخامخ شي وايى سلام دې وي
وَٱلَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًۭا وَقِيَـٰمًۭا ﴿٦٤﴾
او هغه کسان چې خپل پالونکي ته پر خپلو تنديو دسجدې په حالت کې شپې تېروي او پر خپلو پښو دولاړې په حالت کې يوازې الله ته لمنځونه کوي
وَٱلَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا ٱصْرِفْ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَ ۖ إِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَامًا ﴿٦٥﴾
او هغه کسان له خپل پالونکي څخه په دعا کې وايي: ای زموږ پالونکيه! ددوزخ سزا له موږ لرې کړه، بېشکه ددوزخ سزا له هغه چا سره تل تړلې وي څوک چې کافر مړ شوی وي. ر
إِنَّهَا سَآءَتْ مُسْتَقَرًّۭا وَمُقَامًۭا ﴿٦٦﴾
هغه ډېر بد دورتګ ځای دی څوک چې ورځي او ډېر بد ځای دی څوک چې پکې هستوګن شي
وَٱلَّذِينَ إِذَآ أَنفَقُوا۟ لَمْ يُسْرِفُوا۟ وَلَمْ يَقْتُرُوا۟ وَكَانَ بَيْنَ ذَٰلِكَ قَوَامًۭا ﴿٦٧﴾
او هغه کسان چې کله خپل مالونه لګوي؛ نو په لګښت کې دتبذير پولې ته نه رسيږي او له ځانونو او نور خلکو چې دچا لګښت پرې لا زم دی په هغو تنګي نه کوي، دهغوی لګښت دبې ځايه لګښت او بخيلۍ تر منځ په عدالت او منځلارۍ سره وي
وَٱلَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ ٱللَّهِ إِلَـٰهًا ءَاخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ ٱلنَّفْسَ ٱلَّتِى حَرَّمَ ٱللَّهُ إِلَّا بِٱلْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ ۚ وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ يَلْقَ أَثَامًۭا ﴿٦٨﴾
يلق أ ثاما او هغه کسان چې له الله پاک سره بل معبود نه رابولي، نه هغه څوک وژني چې الله يې وژل ناروا کړي، خو دا چې الله کله دقاتل يا مرتد او يا هم دواده شوي زنا کوونکي دوژلو اجازه ورکړي، او هغوی زنا نه کوي، چا چې له دغو لويو ګناهونو څخه کومه يوه وکړه دقيامت په ورځ به يې دترسره کړې ګناه سزا سره مخ شي. مخ ۸ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
يُضَـٰعَفْ لَهُ ٱلْعَذَابُ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِۦ مُهَانًا ﴿٦٩﴾
دقيامت په ورځ سزا ورته څو برابره کړای شي او تل به خوار او رسوا پکې پروت وي
إِلَّا مَن تَابَ وَءَامَنَ وَعَمِلَ عَمَلًۭا صَـٰلِحًۭا فَأُو۟لَـٰٓئِكَ يُبَدِّلُ ٱللَّهُ سَيِّـَٔاتِهِمْ حَسَنَـٰتٍۢ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًۭا رَّحِيمًۭا ﴿٧٠﴾
خو څوک چې الله ته توبه وباسي، ايمان راوړي، داسې ښه کار وکړي چې دهغه دتوبې پر رېښتينولۍ دلالت کوي، همدوی هغه کسان دي چې الله به يې هغه بد کارونه چې کړي يې دي په نيکيو ورته بدل کړي، الله له خپلو بندګانو يې چې څوک توبه وباسي دګناهونو بښونکی دی او پر هغوی مهربان دی
وَمَن تَابَ وَعَمِلَ صَـٰلِحًۭا فَإِنَّهُۥ يَتُوبُ إِلَى ٱللَّهِ مَتَابًۭا ﴿٧١﴾
چا چې الله ته توبه واېستله او خپله توبه يې دښو کارونو په ترسره کولو او ګناهونو په پرېښودلو پياوړې کړه؛ نو پرته له شکه دهغه توبه منل شوې ده
وَٱلَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ ٱلزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا۟ بِٱللَّغْوِ مَرُّوا۟ كِرَامًۭا ﴿٧٢﴾
او هغه کسان چې باطل کار ته نه حاضرېږي، لکه دګناهونو ځايونو او ناروا لوبو ته، کله چې له پامه په غورځول شويو بې ګټې ويناوو او کړنو تېريږي؛ نو ديو تېرېدونکي غوندې تېريږي، دخپلو ځانونو درناوی کوونکي وي، په هغو کې په اخته کېدو دځانونو په ساتلو سره. م
وَٱلَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا۟ بِـَٔايَـٰتِ رَبِّهِمْ لَمْ يَخِرُّوا۟ عَلَيْهَا صُمًّۭا وَعُمْيَانًۭا ﴿٧٣﴾
او هغه کسان چې کله دالله اورېدل شوې او لېدل شوې آيتونه ورته بيانيږي؛ نو له اورېدل شويو آيتونو څخه يې غوږونه نه ګڼيږي او نه له ليدل شويو آيتونو څخه ړنديږي
وَٱلَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَٰجِنَا وَذُرِّيَّـٰتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍۢ وَٱجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا ﴿٧٤﴾
او هغه کسان چې دخپل پالونکي په رابللو کې وايي: ای زموږ پالونکيه! موږ ته له خپلو مېرمنو او اولادونو داسې څوک راکړه چې زموږ دسترګو يخوالی وي، دهغه د ځان ساتنې او پرحق دټينګ درېدو له امله، او په حق کې مو دځان ساتونکو لپاره داسې امامان وګرځوه چې زموږ پيروي وشي
أُو۟لَـٰٓئِكَ يُجْزَوْنَ ٱلْغُرْفَةَ بِمَا صَبَرُوا۟ وَيُلَقَّوْنَ فِيهَا تَحِيَّةًۭ وَسَلَـٰمًا ﴿٧٥﴾
دغه کسان چې پر دغو صفاتو متصف دي په لوړ فردوس جنت کې به لوړې ماڼۍ دبدلې په ډول ورکړل شي دالله پر پيروۍ دزغم کولو له امله، او پرېښتې به په دعا او سلام ويلو هر کلی ورته کوي او په جنتونو کې به له کړاوونو خوندي وي. ر
خَـٰلِدِينَ فِيهَا ۚ حَسُنَتْ مُسْتَقَرًّۭا وَمُقَامًۭا ﴿٧٦﴾
په هغه جنت کې به تلپاتې وي، غوره آرام ځای دی چې پکې ځای پرځای به شي او ښه هستوګنځی دی چې پکې اوسيږي به
قُلْ مَا يَعْبَؤُا۟ بِكُمْ رَبِّى لَوْلَا دُعَآؤُكُمْ ۖ فَقَدْ كَذَّبْتُمْ فَسَوْفَ يَكُونُ لِزَامًۢا ﴿٧٧﴾
ای رسوله! هغو کافرانو ته چې په خپل کفر ټينګار کوي ووايه: زما پالونکی دکومې داسې ګټې پروا نه کوي چې ستاسو له پيروۍ دې ورته ورسيږي، که چېرې دهغه داسې بندګان نه وای چې دعبادت او غوښتنې په ډول يې را بولي؛ نو ستاسو به يې هيڅ پروا نه وای کړې، پرته له شکه که تاسو رسول په هغه څه کې درواغجن وګڼئ چې تاسو ته مو دپالونکي لخوا ور سره راغلی و؛ نو ژر ده چې ددرواغ ګڼلو سزا به ستاسو سره لا زمه وي. مخ ۹ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر مخ ۱۰ له ۱۰ moc.hgelp