سُورَةٌ أَنزَلْنَـٰهَا وَفَرَضْنَـٰهَا وَأَنزَلْنَا فِيهَآ ءَايَـٰتٍۭ بَيِّنَـٰتٍۢ لَّعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿١﴾
دغه يو سورت دی چې موږ نازل کړی او پر احکامو مو يې عمل واجب کړی او په هغه کې مو څرګند آيتونه نازل کړي دي، په دې هيله چې په هغه کې له شته احکامو څخه پند واخلئ؛ نو عمل پرې وکړئ
ٱلزَّانِيَةُ وَٱلزَّانِى فَٱجْلِدُوا۟ كُلَّ وَٰحِدٍۢ مِّنْهُمَا مِا۟ئَةَ جَلْدَةٍۢ ۖ وَلَا تَأْخُذْكُم بِهِمَا رَأْفَةٌۭ فِى دِينِ ٱللَّهِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ ۖ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَآئِفَةٌۭ مِّنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿٢﴾
نا واده شوې زناکاره ښځه او ناواده شوی زنا کار سړی هر يو له هغوی دواړو سل درې ووهئ، دهغوی دواړو په اړه دې نرمي او زړه سوی تاسو نه نيسي چې پر هغوی حد پلی نه کړای شئ يا پکې کموالی راولئ، که چېرې تاسو پر الله او دآخرت په ورځ ايمان لرئ او پر هغوی دحد پلي کولو لپاره دې يوه ډله مومنان هم حاضر شي تر څو ښه مشهور شي، دهغوی او نورو لپاره مخنيوی شي
ٱلزَّانِى لَا يَنكِحُ إِلَّا زَانِيَةً أَوْ مُشْرِكَةًۭ وَٱلزَّانِيَةُ لَا يَنكِحُهَآ إِلَّا زَانٍ أَوْ مُشْرِكٌۭ ۚ وَحُرِّمَ ذَٰلِكَ عَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿٣﴾
دزنا دبدوالي له امله الله دا خبره بيان کړه چې څوک په زنا اخته وي هغه يوازې دخپل ځان غوندې له زانیې ښځې سره دواده لېوالتيا لري يا له مشرکې ښځې سره چې له زنا ځان نه ساتي سره له دې چې دهغې مشرکې نکاح روا هم نه وي، او کومه ښځه چې دزنا عادت لري هغه هم يوازې دځان په څېر له زاني سړي سره د واده لېوالتيا لري يا مشرک سړي سره چې له زنا ځان نه ساتي سره له دې چې له هغه سره نکاح حرامه وي، او پر مومنانو دزانيې ښځې نکاح او زاني سړي ته ور واده کول حرام کړل شوي دي
وَٱلَّذِينَ يَرْمُونَ ٱلْمُحْصَنَـٰتِ ثُمَّ لَمْ يَأْتُوا۟ بِأَرْبَعَةِ شُهَدَآءَ فَٱجْلِدُوهُمْ ثَمَـٰنِينَ جَلْدَةًۭ وَلَا تَقْبَلُوا۟ لَهُمْ شَهَـٰدَةً أَبَدًۭا ۚ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْفَـٰسِقُونَ ﴿٤﴾
او هغه کسان چې پر پاک لمنو ښځو دزنا تور لګوي (او پر پاک لمنو سړيو تور هم همدا حکم لري) بيا دزنا پر تور څلور شاهدان رانه ولي؛ نو ای واکمنانو هغوی اتيا درې ووهئ او هيڅکله يې شاهدي مه منئ دغه کسان چې پر پاک لمنو ښځو تور لګوي هغوی دالله له پيروي وتلي دي
إِلَّا ٱلَّذِينَ تَابُوا۟ مِنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ وَأَصْلَحُوا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿٥﴾
مګر هغه کسان چې له دغه کار وروسته الله ته توبه وباسي او خپل اعمال سم کړي؛ نو بېشکه الله دهغوی توبه او شاهدي قبلوي، پرته له شکه الله له خپلو بندګانو د هغه چا بخښونکی دی چې توبه وباسي او پرې مهربانه دی
وَٱلَّذِينَ يَرْمُونَ أَزْوَٰجَهُمْ وَلَمْ يَكُن لَّهُمْ شُهَدَآءُ إِلَّآ أَنفُسُهُمْ فَشَهَـٰدَةُ أَحَدِهِمْ أَرْبَعُ شَهَـٰدَٰتٍۭ بِٱللَّهِ ۙ إِنَّهُۥ لَمِنَ ٱلصَّـٰدِقِينَ ﴿٦﴾
هغه نارينه چې پر خپلو مېرمنو تورلګوي خو له هغوی سره له ځانو پرته نور شاهدان نه وي چې پر مېرمنو دتور دصحت شاهدي ورکړي، يو له هغوی به څلور ځلې د الله په نوم شاهدي ورکوي چې هغه پرخپله مېرمن دزنا په تورلګولو کې رېښتينی دی
وَٱلْخَـٰمِسَةُ أَنَّ لَعْنَتَ ٱللَّهِ عَلَيْهِ إِن كَانَ مِنَ ٱلْكَـٰذِبِينَ ﴿٧﴾
بيا به په پنځم ځل شاهدي کې دځان پر خلاف دالله دلعنت داستحقاق ښېرا ورزياتوي که چېرې هغه پر خپله مېرمن تور لګولو کې درواغجن وي. مخ ۱ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَيَدْرَؤُا۟ عَنْهَا ٱلْعَذَابَ أَن تَشْهَدَ أَرْبَعَ شَهَـٰدَٰتٍۭ بِٱللَّهِ ۙ إِنَّهُۥ لَمِنَ ٱلْكَـٰذِبِينَ ﴿٨﴾
نو دسړي پر دغې شاهدۍ ښځه ددې وړ ګرځي چې دزنا حد پرې پلی شي، خو له هغې ښځې څخه دحد مخه داسې نيول کيږي چې هغه ښځه څلور ځلې دالله په نوم شاهدي ووايي: چې سړی پر هغې تورلګولو کې درواغجن دی
وَٱلْخَـٰمِسَةَ أَنَّ غَضَبَ ٱللَّهِ عَلَيْهَآ إِن كَانَ مِنَ ٱلصَّـٰدِقِينَ ﴿٩﴾
بيا په پنځم ځل شاهدۍ کې به دځان پر خلاف دالله دغضب ښېرا ور زياتوي چې که هغه سړی په هغه تور کې رېښتينی وي چې پر دې يې لګولی دی
وَلَوْلَا فَضْلُ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُۥ وَأَنَّ ٱللَّهَ تَوَّابٌ حَكِيمٌ ﴿١٠﴾
ای خلکو! که چېرې پر تاسو دالله فضل او دهغه رحمت نه وی او دا چې هغه له خپلو بندګانو دهغه چا ډېر توبه قبلوونکی دی چې توبه وباسي، په خپل تدبير او شريعت کې دحکمت څښتن دی، هرومرو به يې ستاسو پرګناهونو تاسو ته په سزا درکولورکې بيړه کړې وی او پر هغو به يې رسوا کړي وئ
إِنَّ ٱلَّذِينَ جَآءُو بِٱلْإِفْكِ عُصْبَةٌۭ مِّنكُمْ ۚ لَا تَحْسَبُوهُ شَرًّۭا لَّكُم ۖ بَلْ هُوَ خَيْرٌۭ لَّكُمْ ۚ لِكُلِّ ٱمْرِئٍۢ مِّنْهُم مَّا ٱكْتَسَبَ مِنَ ٱلْإِثْمِ ۚ وَٱلَّذِى تَوَلَّىٰ كِبْرَهُۥ مِنْهُمْ لَهُۥ عَذَابٌ عَظِيمٌۭ ﴿١١﴾
بېشکه هغه کسان چې تور يې لګولی(چې دمومنانو پر مور عائشه رضی الله عنها دزنا تور دی) هغه يوه داسې ډله ده ای مومنانو چې تاسو ته يې نسبت کيږي! دا ګومان مه کوئ چې دهغوی تور ستاسو لپاره شر دی بلکې په هغو کې ستاسو لپاره خير دی ځکه په هغو کې ثواب، دمومنانو لپاره ښه پلټنه او دمومنانو دمور برائت دی، هر چا چې پر هغې دزنا په تور کې ګډون کړی هغه لره دکړې ګناه سزا ده پر دغه لوی بهتان دتکلم له امله، چا چې ددغه تور لويه برخه پر غاړه اخېستې پر دې دپيل له امله هغه لره لوی عذاب دی، چې له دې څخه موخه دمنافقانو سردار عبدالله بن ابی ابن سلول دی
لَّوْلَآ إِذْ سَمِعْتُمُوهُ ظَنَّ ٱلْمُؤْمِنُونَ وَٱلْمُؤْمِنَـٰتُ بِأَنفُسِهِمْ خَيْرًۭا وَقَالُوا۟ هَـٰذَآ إِفْكٌۭ مُّبِينٌۭ ﴿١٢﴾
کله چې نارينه مومنانو او ښځينه مومنانو ددغه لوی تور خبره واورېده ولې يې دتورن شوي مومنانو وروڼو له دغه تور څخه دخونديتوب ګومان ونه کړ او ويې نه ويل چې دغه څرګند درواغ دي
لَّوْلَا جَآءُو عَلَيْهِ بِأَرْبَعَةِ شُهَدَآءَ ۚ فَإِذْ لَمْ يَأْتُوا۟ بِٱلشُّهَدَآءِ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ عِندَ ٱللَّهِ هُمُ ٱلْكَـٰذِبُونَ ﴿١٣﴾
ولې دمومنانو پر مور عائشه رضی الله عنها تور لګوونکو پر خپل لوی تور څلور شاهدان را نه وستل چې هغې ته دنسبت کړي تور پر صحت يې شاهدي ورکړې وی؛ نو کله هغوی پر دغه تور څلور شاهدان را نه وستل او هيڅکله به يې رانشي وستلی؛ نو هغوی دالله په پرېکړه کې درواغجن دي
وَلَوْلَا فَضْلُ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُۥ فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةِ لَمَسَّكُمْ فِى مَآ أَفَضْتُمْ فِيهِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿١٤﴾
ای مومنانو! که پرتاسو دالله فضل او رحمت نه وی چې تاسو ته په سزا درکولو کې يې بيړه ونه کړه، چاچې له تاسو توبه واېستله دهغه توبه يې قبوله کړه؛ نو هرومرو به دهغو درواغو او دمومنانو پر مور دتورلګولو له امله چې پکې لوېدلي وئ تاسو ته لوی عذاب در رسېدلی وی
إِذْ تَلَقَّوْنَهُۥ بِأَلْسِنَتِكُمْ وَتَقُولُونَ بِأَفْوَاهِكُم مَّا لَيْسَ لَكُم بِهِۦ عِلْمٌۭ وَتَحْسَبُونَهُۥ هَيِّنًۭا وَهُوَ عِندَ ٱللَّهِ عَظِيمٌۭ ﴿١٥﴾
کله چې مو ځينې له ځينو روايت کوي او هغه درواغ سره بطلان يې په خپلو خولو له يو بل څخه نقلوئ، چې تاسو لره پر هغه څه پوهه هم نشته او دا ګومان کوئ چې دا آسانه کار دی، حال دا چې هغه دالله پر وړاندې لوی کار دی ځکه په هغو کې درواغ او پر بېګناه تورلګول دي. مخ ۲ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَلَوْلَآ إِذْ سَمِعْتُمُوهُ قُلْتُم مَّا يَكُونُ لَنَآ أَن نَّتَكَلَّمَ بِهَـٰذَا سُبْحَـٰنَكَ هَـٰذَا بُهْتَـٰنٌ عَظِيمٌۭ ﴿١٦﴾
کله مو چې دغه لوی درواغ واورېدل ولې مو ونه ويل: موږ لره په کار نه ده چې ددغه ناوړه کار په اړه خبرې وکړو، پاکي ده تالره ای زموږ پالونکيه، دغه تور چې د مومنانو پرمور يې لګولی لوی درواغ دي
يَعِظُكُمُ ٱللَّهُ أَن تَعُودُوا۟ لِمِثْلِهِۦٓ أَبَدًا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿١٧﴾
الله تاسو ته در په يادوي او نصيحت درته کوي چې بيا دغه ډول لوی درواغو ته ور ونه ګرځئ او پر بېګناه دزنا تور ونه لګوئ که چېرې تاسو پر الله ايمان لرونکي وئ
وَيُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمُ ٱلْـَٔايَـٰتِ ۚ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿١٨﴾
الله تاسو ته داسې آيتونه په ډاګه بيانوي چې دهغه پرحکمونو او نصيحتونو شامل دي، الله ستاسو پر افعالو ښه پوه دی، له هغه هيڅ هم پټ نه دي، ژر به پر هغو تاسو ته بدله درکړي، په خپل تدبير او شريعت کې دحکمت څښتن دی
إِنَّ ٱلَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ ٱلْفَـٰحِشَةُ فِى ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةِ ۚ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿١٩﴾
تعلمون بېشکه هغه کسان چې په مومنانو کې منکرات خپروي چې له هغو څخه دزنا تور لګول هم دي، هغوی لره په دنيا کې دتور لګولو په پلي کولو سره دردوونکې سزا ده او په آخرت کې ددوزخ عذاب دی، الله دهغوی پر درواغو او هغه څه پوهيږي چې خپل بندګان يې ورګرځي او دهغوی پر مصالحو پوهيږي او تاسو پر دغه نه پوهېږئ
وَلَوْلَا فَضْلُ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُۥ وَأَنَّ ٱللَّهَ رَءُوفٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿٢٠﴾
او که چېرې ای په تور کې واقع خلکو! پر تاسو دالله فضل او دهغه لورېينه نه وی، او دا چې بېشکه الله نرمي کوونکی او پر تاسو مهربان دی، هرومرو به يې تاسو ته په سزا درکولو کې بيړه کړې وی
۞ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَتَّبِعُوا۟ خُطُوَٰتِ ٱلشَّيْطَـٰنِ ۚ وَمَن يَتَّبِعْ خُطُوَٰتِ ٱلشَّيْطَـٰنِ فَإِنَّهُۥ يَأْمُرُ بِٱلْفَحْشَآءِ وَٱلْمُنكَرِ ۚ وَلَوْلَا فَضْلُ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُۥ مَا زَكَىٰ مِنكُم مِّنْ أَحَدٍ أَبَدًۭا وَلَـٰكِنَّ ٱللَّهَ يُزَكِّى مَن يَشَآءُ ۗ وَٱللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌۭ ﴿٢١﴾
ه ه عليم ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او دهغه پر شريعت مو عمل کړئ، دباطل په ښايسته کولو کې دشيطان دلارو پيروي مه کوئ، چاچې دهغه دلارو پيروي وکړه؛ نو هغه هرومرو پر بدو کړنو او ويناوو او له شريعت څخه خلاف کارونو امر کوي، ای مؤمنانو که چېرې پرتاسو دالله پېرزوينه نه وای؛ نو هيڅکله به له تاسې يو هم په توبه اېستلو نه وای پاک شوی چې توبه يې اېستلې وای، خو الله چې چاته وغواړي دتوبې په اېستلو يې پاکوي، الله ستاسو دويناوو اورېدونکی دی او ستاسو پر کړنو ښه پوه دی، له هغه څخه هيڅ هم پټ نه دي ژر به تاسو ته پر خپلو اعمالو مو جزا درکړي
وَلَا يَأْتَلِ أُو۟لُوا۟ ٱلْفَضْلِ مِنكُمْ وَٱلسَّعَةِ أَن يُؤْتُوٓا۟ أُو۟لِى ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْمَسَـٰكِينَ وَٱلْمُهَـٰجِرِينَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ۖ وَلْيَعْفُوا۟ وَلْيَصْفَحُوٓا۟ ۗ أَلَا تُحِبُّونَ أَن يَغْفِرَ ٱللَّهُ لَكُمْ ۗ وَٱللَّهُ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌ ﴿٢٢﴾
په دين کې دفضيلت او مال کې دپراخۍ څښتنان دې خپلو هغو اړمنو خپلوانو ته دورکړې په پرېښودلو لوړه نه کوي چې هغوی يوه ګناه کړې ده، ځکه هغوی دالله په لا ر کې له بې وزلو مهاجرينو څخه دي، هغوی ته دې عفوه وکړي او ورته تېر دې شي، آيا تاسو نه خوښوئ چې الله مو ګناهونه وبښي کله چې تاسو هغوی ته بښنه وکړئ او ورته تېر شئ؟! الله له خپلو بنده ګانو دهغه چا بښونکی دی چې توبه وباسي او پر هغوی مهربانه دی؛ نو بنده ګان يې دې پرهمدې پيروي وکړي، دغه آيت د ابوبکر رضی الله عنه په اړه نازل شو، کله چې هغه پر مسطح دلګښت نه کولو لوړه وکړه، ځکه چې هغه په تورلګولو کې برخه اخېستې وه. مخ ۳ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
إِنَّ ٱلَّذِينَ يَرْمُونَ ٱلْمُحْصَنَـٰتِ ٱلْغَـٰفِلَـٰتِ ٱلْمُؤْمِنَـٰتِ لُعِنُوا۟ فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌۭ ﴿٢٣﴾
بېشکه هغه کسان چې پر داسې پاک لمنو بې خبرو مؤمنو ښځو تور لګوي چې هغوی په ناروا کې نه اخته کيږي، داسې خلک په دنيا او آخرت کې دالله له لورېينې لرې کړل شوي دي، او هغوی لره په آخرت کې لوی عذاب دی. يوم تشهد عليهم ألسنتهم وأيديهم وأرجلهم بما كانوا يعملون
يَوْمَ تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم بِمَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿٢٤﴾
هغوی ته به دقيامت په ورځ دغه سزا ورسيږي، کله چې يې ژبې دهغوی پر خلاف دباطلې وينا شاهدي ورکړي، لا سونه او پښې يې دهغه څه شاهدي ورکړي چې کول يې
يَوْمَئِذٍۢ يُوَفِّيهِمُ ٱللَّهُ دِينَهُمُ ٱلْحَقَّ وَيَعْلَمُونَ أَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْحَقُّ ٱلْمُبِينُ ﴿٢٥﴾
په دغه ورځ به الله هغوی ته په عدالت بشپړه سزا ورکړي، هغوی پوهيږي چې بېشکه الله پاک ذات حق دی؛ نو هر څه چې دهغه لخوا صادريږي هغه حق، څرګند دي هيڅ شک پکې نشته
ٱلْخَبِيثَـٰتُ لِلْخَبِيثِينَ وَٱلْخَبِيثُونَ لِلْخَبِيثَـٰتِ ۖ وَٱلطَّيِّبَـٰتُ لِلطَّيِّبِينَ وَٱلطَّيِّبُونَ لِلطَّيِّبَـٰتِ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ مُبَرَّءُونَ مِمَّا يَقُولُونَ ۖ لَهُم مَّغْفِرَةٌۭ وَرِزْقٌۭ كَرِيمٌۭ ﴿٢٦﴾
م غفرة ورزق كريم هر ناپاک له نارينه، ښځينه، کړنو او ويناوو څخه يوازې دهغه چا لپاره وړ او سم دي چې ناپاک وي، او پاک دهغه چا لپاره وړ او سم دي چې په خپله پاک وي، دغه پاک نارينه او پاکې ښځې په هغه څه کې بې ګناه دي چې ناپاک نارينه او ناپاکې ښځې يې دهغوی په اړه وايي، هغوی لره دالله لخوا بښنه ده چې ګناهونه به يې پرې بښي او هغوی لره ښه روزي ده چې هغه جنت دی
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَدْخُلُوا۟ بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّىٰ تَسْتَأْنِسُوا۟ وَتُسَلِّمُوا۟ عَلَىٰٓ أَهْلِهَا ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌۭ لَّكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿٢٧﴾
ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او دهغه پر شريعت موعمل کړی، له خپلو کورونو پرته نورو کورونو ته تر هغه مه ننوځئ، تر څو مو يې له اوسېدونکو څخه د ننوتلو اجازه نه وي اخېستې، او پر هغوی مو سلام نه وي اچولی، په سلام اچولو او اجازه غوښتلو کې داسې وايئ: السلام عليکم آيا داخل شم؟ دغه اجازه غوښتل چې تاسو ته پرې امر شوی دی، له سملاسي ننوتلو څخه غوره ده، کېدای شي له هغه څه پند واخلئ چې امر درته پرې شوی او پيروي يې وکړئ
فَإِن لَّمْ تَجِدُوا۟ فِيهَآ أَحَدًۭا فَلَا تَدْخُلُوهَا حَتَّىٰ يُؤْذَنَ لَكُمْ ۖ وَإِن قِيلَ لَكُمُ ٱرْجِعُوا۟ فَٱرْجِعُوا۟ ۖ هُوَ أَزْكَىٰ لَكُمْ ۚ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌۭ ﴿٢٨﴾
بما تعملون عليم که چېرې مو په دغو کورونو کې هيڅوک ونه موندل؛ نو تر هغه مه ورننوځئ تر څو دهغه چا لخوا اجازه نه وي درکړل شوې چې داجازې واک لري، که چېرې يې څښتنانو درته وويل: وګرځئ؛ نو را وګرځئ او مه ننوځئ، بېشکه دغه ستاسو لپاره دالله پر وړاندې ډېره پاکيزه لا ر ده، الله پر هغه څه ښه پوه دی چې تاسو يې کوئ، له هغه ستاسو له اعمالو هيڅ هم پټ نه دي، ژر دی چې تاسو ته به پرې جزا درکړي
لَّيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَدْخُلُوا۟ بُيُوتًا غَيْرَ مَسْكُونَةٍۢ فِيهَا مَتَـٰعٌۭ لَّكُمْ ۚ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا تَكْتُمُونَ ﴿٢٩﴾
پر تاسو کومه ګناه نشته چې پرته له اجازې داسې عامه خونو ته ننوځئ، چې پر هيچا پورې اړه ونه لري، دعامه ګټو لپاره چمتو شوې وي، لکه کتاب خونې، په بازارونو کې دوکانونه، الله ستاسو پر هغواعمالو او حالاتو ښه پوه دی چې تاسو يې ښکاروئ او يا يې پټوئ، له هغه څخه هيڅ هم پټ نه دي او ژر به جزا پرې درکړي. مخ ۴ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا۟ مِنْ أَبْصَـٰرِهِمْ وَيَحْفَظُوا۟ فُرُوجَهُمْ ۚ ذَٰلِكَ أَزْكَىٰ لَهُمْ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ خَبِيرٌۢ بِمَا يَصْنَعُونَ ﴿٣٠﴾
اې رسوله! مؤمنانو ته ووايه! خپلې سترګې هغو ښخو او عورتونو ته له ګتلو بندې کړي چې ورته روا نه دي، خپل شرم ځایونه په ناروا کې له اخته کېدو او لوڅولو وساتي، کوم څه چې الله ناروا کړي دغو ته له کتلو بندول او دشرم ځايونو ساتل دهغوی لپاره دالله په وړاندې ډېره پاکي ده، پرته له شکه؛ الله هغه څه ښه خبر دی چې هغوی يې کوي، له هغه هيڅ هم نه ترې نه پټيږي او جزا به پرې ورکوي
وَقُل لِّلْمُؤْمِنَـٰتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَـٰرِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا ۖ وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَىٰ جُيُوبِهِنَّ ۖ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ ءَابَآئِهِنَّ أَوْ ءَابَآءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَآئِهِنَّ أَوْ أَبْنَآءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَٰنِهِنَّ أَوْ بَنِىٓ إِخْوَٰنِهِنَّ أَوْ بَنِىٓ أَخَوَٰتِهِنَّ أَوْ نِسَآئِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَـٰنُهُنَّ أَوِ ٱلتَّـٰبِعِينَ غَيْرِ أُو۟لِى ٱلْإِرْبَةِ مِنَ ٱلرِّجَالِ أَوِ ٱلطِّفْلِ ٱلَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا۟ عَلَىٰ عَوْرَٰتِ ٱلنِّسَآءِ ۖ وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ ۚ وَتُوبُوٓا۟ إِلَى ٱللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ ٱلْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿٣١﴾
ى ى او مومنو ښځو ته هم ووايه: چې خپلې سترګې دهغو عورتونو له کتلو وساتي چې نه دي ورته روا، خپل شرم ځايونه له ناروا څخه په لرې والي او په پټولو وساتي، پرديو ته دې خپل سينګار نه ښکاروي، خو دا چې هغه څه ترې ښکاره شي چې پټول يې ناشوني وي، لکه جامې، او خپل پړوني دې داسې اچوي چې وېښتان، مخونه او غاړې يې پکې پټې شي، پټ سينګار دې له خپلو مېړونو، پلرونو، دمېړونو له پلرونو، زامنو، بنزيانو، وروڼو، دوروڼو له زامنو، دخويندو له زامنو، باوري مسلمانو يا کافرو مېرمنو، نارينه او ښځينه مرېيانو، هغو تابع شويو کسانو چې ښځو ته کومه اړتيا نه لري او له هغو ماشونو پرته چې تر اوسه دښځو پر عورتونو خبر نه لري له دغو ټولو پرته نورو ته نه ښکاروي، ښځې دې خپلې پښې په لوی لا س داسې نه وهي چې پټ کړل شوی سينګار يې لکه دپښو شرنګوونکي او داسې نور يې وپېژندل شي، ای مومنانو ټول الله ته توبه وباسئ له بد نظر کولو او داسې نورو شیانو څخه، په دې هيله چې په موخه کې به بريالي او له وېروونکي څخه به خوندي شئ
وَأَنكِحُوا۟ ٱلْأَيَـٰمَىٰ مِنكُمْ وَٱلصَّـٰلِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَآئِكُمْ ۚ إِن يَكُونُوا۟ فُقَرَآءَ يُغْنِهِمُ ٱللَّهُ مِن فَضْلِهِۦ ۗ وَٱللَّهُ وَٰسِعٌ عَلِيمٌۭ ﴿٣٢﴾
عليم ای مومنانو دهغو نارينه وو ودونه ور وکړئ چې مېرمنې نه لري او دهغو آزادو مېرمنو ودونه وروکړئ چې مېړونه نه لري، ستاسو دمومنو مرېيانو او مينځو ودونه ور وکړئ، که چېرې هغوی بې وزله وي الله به يې په خپله پراخه پېرزوينه شتمن کړي، الله دروزۍ پراخوونکی دی، دهيچا شتمن کول دهغه روزي نه کموي، دخپلو بندګانو پر حالاتو ښه پوه دی
وَلْيَسْتَعْفِفِ ٱلَّذِينَ لَا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّىٰ يُغْنِيَهُمُ ٱللَّهُ مِن فَضْلِهِۦ ۗ وَٱلَّذِينَ يَبْتَغُونَ ٱلْكِتَـٰبَ مِمَّا مَلَكَتْ أَيْمَـٰنُكُمْ فَكَاتِبُوهُمْ إِنْ عَلِمْتُمْ فِيهِمْ خَيْرًۭا ۖ وَءَاتُوهُم مِّن مَّالِ ٱللَّهِ ٱلَّذِىٓ ءَاتَىٰكُمْ ۚ وَلَا تُكْرِهُوا۟ فَتَيَـٰتِكُمْ عَلَى ٱلْبِغَآءِ إِنْ أَرَدْنَ تَحَصُّنًۭا لِّتَبْتَغُوا۟ عَرَضَ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ۚ وَمَن يُكْرِههُّنَّ فَإِنَّ ٱللَّهَ مِنۢ بَعْدِ إِكْرَٰهِهِنَّ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿٣٣﴾
هغه کسان دې له زنا څخه پاک لمني ولټوي چې دبېوزلۍ له امله واده نه شي کولی، تردې چې الله يې له خپل پراخ فضل څخه شتمن کړي، هغه مرېيان چې له خپلو سردارانو څخه دهغه مال په بدل کې آزادي غواړي چې سوداګري پرې کوي؛ نو پر سردارانو يې لا زم دي چې دغه بدله ترې قبوله کړی که چېرې هغوی يې پر اداکولو او په دين کې په سمون راوستلو پوهېدل، پر هغوی لا زم دي چې دالله له هغه مال څخه څه ورکړي چې الله ورکړی دی تر څو دهغوی دآزادۍ له بدلې څخه څه اندازه کمه کړي، او خپلې مينځي دمال په لټه کې زنا ته مه اړباسئ، لکه څنګه چې عبدالله بن ابي پر خپلو دوو مينځو وکړل، کله چې هغوی پاک لمني او له زنا لرې والی غوښتلو، دهغه څه دغوښتلو په موخه چې هغه يې په خپل شرم ځای ترلاسه کوي، له تاسو څخه چې څوک هغوی دغه کار ته اړباسي؛ نو پرته له شکه الله دهغوی له اړ اېستلو وروسته دګناهونو بښونکی يې دی او پر هغوی مهربانه دی، ځکه هغوی اړاېستل شوې دي او ګناه به يې پر اړ اېستونکي وي. مخ ۵ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَلَقَدْ أَنزَلْنَآ إِلَيْكُمْ ءَايَـٰتٍۢ مُّبَيِّنَـٰتٍۢ وَمَثَلًۭا مِّنَ ٱلَّذِينَ خَلَوْا۟ مِن قَبْلِكُمْ وَمَوْعِظَةًۭ لِّلْمُتَّقِينَ ﴿٣٤﴾
او اې خلکو تاسو ته مو څرګند آيتونه لېږلي چې حق له باطله بېلوي او له هغو کسانو مو بېلګه درته لېږلې ده چې له تاسو مخکې کوم مؤمنان او کافران تېر شوي دي او پر تاسو مو نصيحت نازل کړی دی چې هغه کسان پند ترې اخلي، کوم چې له پالونکي يې وېريږي دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره
۞ ٱللَّهُ نُورُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ مَثَلُ نُورِهِۦ كَمِشْكَوٰةٍۢ فِيهَا مِصْبَاحٌ ۖ ٱلْمِصْبَاحُ فِى زُجَاجَةٍ ۖ ٱلزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌۭ دُرِّىٌّۭ يُوقَدُ مِن شَجَرَةٍۢ مُّبَـٰرَكَةٍۢ زَيْتُونَةٍۢ لَّا شَرْقِيَّةٍۢ وَلَا غَرْبِيَّةٍۢ يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِىٓءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌۭ ۚ نُّورٌ عَلَىٰ نُورٍۢ ۗ يَهْدِى ٱللَّهُ لِنُورِهِۦ مَن يَشَآءُ ۚ وَيَضْرِبُ ٱللَّهُ ٱلْأَمْثَـٰلَ لِلنَّاسِ ۗ وَٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌۭ ﴿٣٥﴾
ى ه ه ه الله دآسمانونو او ځمکې روښانوونکی او هغه چا ته لا رښوونکی دی چې پکې دي، دهغه پاک ذات دنور بېلګه دمومن په زړه کې داسې ده لکه پرته له سوري په يو دېوال کې تاخچه، په هغې کې يوه ډېوه وي، ډېوه په يوه داسې ځلېدونکې شيشه کې، لکه دملغلرې غوندې ځلېدونکی ستوری، دمبارکې ونې تېل پکې سوځول کيږي، چې هغه دزيتون ونه ده، داسې ونه چې له لمر څخه يې هيڅ شی هم نشي پټولی، نه په سهار کې او نه په ماښام کې، نېږدې ده چې تېل يې له پاکوالي څخه رڼا ورکړي، که څه اور نه وي ورته رسېدلی؛ نو هغه وخت به څنګه وي چې کله اور ورته ورسيږي؟! دډېوې رڼا دشيشې پر رڼا سربېره ده، همدارنګه وي دمومن زړه، کله چې په هغه کې دهدايت ډېوه بله شي، الله له خپلو بندګانو چې چاته دقرآن له پيروانو توفيق ورکوي، الله په ورته شيانو بېلګې بيانوي او الله پر هرڅه پوه دی له هغه هيڅ هم پټ نه دي
فِى بُيُوتٍ أَذِنَ ٱللَّهُ أَن تُرْفَعَ وَيُذْكَرَ فِيهَا ٱسْمُهُۥ يُسَبِّحُ لَهُۥ فِيهَا بِٱلْغُدُوِّ وَٱلْـَٔاصَالِ ﴿٣٦﴾
دغه ډېوه په هغو جوماتونو کې بليږي چې الله دهغو دمرتبې او بنسټ دلوړوالي امر کړی، په هغو کې په آذان، ذکر او لمانځه کولو دهغه نوم ياديږي، دالله دخوښۍ په لټه کې دورځې په پيل او پای کې په هغو کې لمونځ کوي
رِجَالٌۭ لَّا تُلْهِيهِمْ تِجَـٰرَةٌۭ وَلَا بَيْعٌ عَن ذِكْرِ ٱللَّهِ وَإِقَامِ ٱلصَّلَوٰةِ وَإِيتَآءِ ٱلزَّكَوٰةِ ۙ يَخَافُونَ يَوْمًۭا تَتَقَلَّبُ فِيهِ ٱلْقُلُوبُ وَٱلْأَبْصَـٰرُ ﴿٣٧﴾
داسې نارينه دي چې اخیستل او پلورل يې دالله پاک له ياده، په بشپړه توګه له لمانځه اداکولو او وړ خلکو ته له زکات ورکولو څخه نه غافلوي، هغوی دقيامت له هغې ورځې څخه ډاريږي چې په دغه ورځ به زړونه له سزا دخونديتوب دهيلې او له هغه څخه دوېرې تر منځ اوړي را اوړي، او سترګې به هم هر اړخ ته اوړي را اوړي چې کوم طرف ته به لیږل کیږي
لِيَجْزِيَهُمُ ٱللَّهُ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا۟ وَيَزِيدَهُم مِّن فَضْلِهِۦ ۗ وَٱللَّهُ يَرْزُقُ مَن يَشَآءُ بِغَيْرِ حِسَابٍۢ ﴿٣٨﴾
دغه عمل ځکه کوي تر څو الله هغوی ته يې دعمل غوره بدله ورکړي، له خپل فضله لا زياته بدله ورکړي، الله چې چاته وغواړي پرته له حسابه دهغو داعمالو په اندازه روزي ورکوي، بلکې دهغو داعمالو څو برابره يې ورکوي
وَٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ أَعْمَـٰلُهُمْ كَسَرَابٍۭ بِقِيعَةٍۢ يَحْسَبُهُ ٱلظَّمْـَٔانُ مَآءً حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءَهُۥ لَمْ يَجِدْهُ شَيْـًۭٔا وَوَجَدَ ٱللَّهَ عِندَهُۥ فَوَفَّىٰهُ حِسَابَهُۥ ۗ وَٱللَّهُ سَرِيعُ ٱلْحِسَابِ ﴿٣٩﴾
او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی، دهغوی هغه اعمالو لره چې کړي يې دي هيڅ ثواب نشته، دځمکې په ژوره برخه کې دهغه رېګ غوندې دي چې تږي ته ښکاري او هغه داوبو ګومان پرې کوي؛ نو ورځي، کله چې ورشي او ورته ودريږي هيڅ اوبه نه مومي، همدارنګه کافر دا ګومان کوي چې دهغه عمل به ګټه ورته ورسوي، خو کله چې مړ شي او راپورته کړل شي، هيڅ ثواب به ونه مومي، خپل پالونکی به خپلې لورې ته ومومي چې دهغه دعمل بشپړ حساب به ورکړي او الله ژر حساب اخېستونکی دی. مخ ۶ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
أَوْ كَظُلُمَـٰتٍۢ فِى بَحْرٍۢ لُّجِّىٍّۢ يَغْشَىٰهُ مَوْجٌۭ مِّن فَوْقِهِۦ مَوْجٌۭ مِّن فَوْقِهِۦ سَحَابٌۭ ۚ ظُلُمَـٰتٌۢ بَعْضُهَا فَوْقَ بَعْضٍ إِذَآ أَخْرَجَ يَدَهُۥ لَمْ يَكَدْ يَرَىٰهَا ۗ وَمَن لَّمْ يَجْعَلِ ٱللَّهُ لَهُۥ نُورًۭا فَمَا لَهُۥ مِن نُّورٍ ﴿٤٠﴾
ى او يا دهغوی اعمال په ژور درياب کې دهغو تيارو غوندې دي چې پر سر يې څپه وي، ددغې څپې پر سر بله څپه وي، دهغې دپاسه داسې ورېځ وي چې لا ر ښودونکي ستوري يې پټ کړي وي، ديو او بل دپاسه پرله پسې تيارې وي، څوک چې په دغو تيارو کې نښتی وي هغه چې کله لا س را وباسي، نږدې نه ده چې د سختې تيارې له امله يې وويني، همدارنګه وي کافر، چې پر هغه دناپوهۍ، شک، حيرانتيا او پر زړه يې دمهر لګېدو له امله پرله پسې تيارې راغلې وي، او چاته چې الله له لا رورکۍ لا رښوونه او دهغه پر کتاب پوهه ور په برخه نه کړي؛ نو هغه لره هيڅ لا رښوونه نشته چې لا ر پرې پيدا کړای شي او نه کوم کتاب شته چې رڼا ترې واخستی شي. ل
أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ يُسَبِّحُ لَهُۥ مَن فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَٱلطَّيْرُ صَـٰٓفَّـٰتٍۢ ۖ كُلٌّۭ قَدْ عَلِمَ صَلَاتَهُۥ وَتَسْبِيحَهُۥ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌۢ بِمَا يَفْعَلُونَ ﴿٤١﴾
عليمبما يفعلون ای رسوله! آيا ته نه پوهېږې څه چې په آسمانونو کې دي او څه مخلوقات چې په ځمکه کې دي دالله پاکي بيانوي، هغه لره په هوا کې مرغان غوړېدلي وزرونه پاکي بيانوي، ددغو ټولو مخلوقاتو څخه پر هر يوه الله پوه دی چې څوک يې لمونځ کوي لکه انسان، څوک هغه لره پاکي بيانوي لکه مرغان، او الله پر هغه څه ښه پوه دی چې هغوی يې کوي، دهغوی له کړنو هيڅ هم ترې پټ نه دي
وَلِلَّهِ مُلْكُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۖ وَإِلَى ٱللَّهِ ٱلْمَصِيرُ ﴿٤٢﴾
يوازې الله لره ده دآسمانونو او زمکې پاچايي، او يوازې هغه ته دقيامت په ورځ دحساب او بدلې لپاره ورګرځېدل دي
أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ يُزْجِى سَحَابًۭا ثُمَّ يُؤَلِّفُ بَيْنَهُۥ ثُمَّ يَجْعَلُهُۥ رُكَامًۭا فَتَرَى ٱلْوَدْقَ يَخْرُجُ مِنْ خِلَـٰلِهِۦ وَيُنَزِّلُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مِن جِبَالٍۢ فِيهَا مِنۢ بَرَدٍۢ فَيُصِيبُ بِهِۦ مَن يَشَآءُ وَيَصْرِفُهُۥ عَن مَّن يَشَآءُ ۖ يَكَادُ سَنَا بَرْقِهِۦ يَذْهَبُ بِٱلْأَبْصَـٰرِ ﴿٤٣﴾
ای رسوله! آيا ته نه پوهېږې، چې الله ورېځ روانوي، بيا يې ځينې برخې له ځينو سره يوځای کوي، بيا يې پاس له پاسه ټينګوي؛ نو وينې چې باران دورېځ له مينځه راوځي، دآسمان له لوري له داسې ټينګې ورېځې څخه راوځې چې په لوی والي کې له اوبو څخه دشګو غوندې جامدو ټوټو څخه جوړ شويو غرونو سره ورته والی لري؛ نو له خپلو بندګانو چې چاته وغواړي ور روسوي يې، اوچاته چې وغواړي ترې ګرځوي يې، نېږدې ده چې دورېځې برېښنا يې له سختې رڼا سترګې يوسي
يُقَلِّبُ ٱللَّهُ ٱلَّيْلَ وَٱلنَّهَارَ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَعِبْرَةًۭ لِّأُو۟لِى ٱلْأَبْصَـٰرِ ﴿٤٤﴾
الله شپه او ورځ په يو او بل پسې اوږدې او لنډې بيايي او راولي، بېشکه په دغه ياد شويو آيتونو کې دالله پر ربوبيت دلايل دي، دالله پر قدرت او يووالي دسترګورو لپاره پند دی
وَٱللَّهُ خَلَقَ كُلَّ دَآبَّةٍۢ مِّن مَّآءٍۢ ۖ فَمِنْهُم مَّن يَمْشِى عَلَىٰ بَطْنِهِۦ وَمِنْهُم مَّن يَمْشِى عَلَىٰ رِجْلَيْنِ وَمِنْهُم مَّن يَمْشِى عَلَىٰٓ أَرْبَعٍۢ ۚ يَخْلُقُ ٱللَّهُ مَا يَشَآءُ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۭ ﴿٤٥﴾
ى او الله هر ژوندی چې دځمکې پر مخ درومي له نطفې پيداکړی؛ نو ځينې يې پر ګېډو ځي لکه ماران، ځينې يې په دوو پښو تګ کوي لکه انسان او مرغه او ځينې يې په څلورو ځي لکه څاروي، الله چې وغواړي هغه څه پيداکوي چې ياد شول او هغه څه هم چې نه دي ياد شوي، پرته له شکه الله پر هرڅه قادر دی هيڅ شی یې نشي بې وسه کولای. مخ ۷ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
لَّقَدْ أَنزَلْنَآ ءَايَـٰتٍۢ مُّبَيِّنَـٰتٍۢ ۚ وَٱللَّهُ يَهْدِى مَن يَشَآءُ إِلَىٰ صِرَٰطٍۢ مُّسْتَقِيمٍۢ ﴿٤٦﴾
او پر محمد صلی الله عليه وسلم مو داسې څرګند آيتونه نازل کړي چې حق لا رې ته لا رښوونه کوي، او الله چې چاته وغواړي داسې نېغې لا رې ته توفيق ورکوي چې کوږوالی پکې نه وي؛ نو دغه لا ر يې جنت ته رسوي
وَيَقُولُونَ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَبِٱلرَّسُولِ وَأَطَعْنَا ثُمَّ يَتَوَلَّىٰ فَرِيقٌۭ مِّنْهُم مِّنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ ۚ وَمَآ أُو۟لَـٰٓئِكَ بِٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿٤٧﴾
او منافقان وايي: موږ پر الله ايمان راوړی او پر رسول مو ايمان راوړی، دالله پيروي مو کړې او دهغه درسول پيروي مو کړې ده، بيا له هغوی يوه ډله مخ اړوي؛ نو دالله په لا ر کې دجهاد پر امر او داسې نورو دالله او دهغه درسول پيروي نه کوي، وروسته له دې چې هغوی پر الله او دهغه پر رسول دايمان رواړلو او دهغوی دپيروۍ ګومان کړی دی، دغه دالله او دهغه درسول له پيروۍ مخ اړوونکي مؤمنان نه دي، که څه هم هغوی دعوی کړې چې مؤمنان دي
وَإِذَا دُعُوٓا۟ إِلَى ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ إِذَا فَرِيقٌۭ مِّنْهُم مُّعْرِضُونَ ﴿٤٨﴾
کله چې دغه منافقان الله او درسول لوري ته ور وبلل شي، ترڅو يې رسول ترمنځ دهغه څه په اړه پرېکړه وکړي چې هغوی پکې شخړې کوي؛ نو سملاسي دخپل نفاق له امله دهغه له پرېکړې مخ اړوونکي وي
وَإِن يَكُن لَّهُمُ ٱلْحَقُّ يَأْتُوٓا۟ إِلَيْهِ مُذْعِنِينَ ﴿٤٩﴾
او که چېرې پوه شي چې حق هغوی لره دی، او هغه دهغوی په ګټه پرېکړه کوي؛ نو هغه ته غاړه اېښوودونکي عاجزي کوونکي راځي
أَفِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌ أَمِ ٱرْتَابُوٓا۟ أَمْ يَخَافُونَ أَن يَحِيفَ ٱللَّهُ عَلَيْهِمْ وَرَسُولُهُۥ ۚ بَلْ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّـٰلِمُونَ ﴿٥٠﴾
آيا ددغو خلکو په زړونو کې ناروغي ده چې ورته لا زمه ده او که له دې خبرې په شک کې دي چې هغه به دالله رسول وي، يا هغوی له دې خبرې ډاريږي چې الله او دهغه رسول به په پرېکړه کې ظلم پرې وکړي؟ له دغو ياد شويو به هيڅ هم نه وي، بلکې دهغوی په زړونو کې درسول له پرېکړې دمخ اړولو او له هغه سره دضد له کبله ناروغي ده
إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ ٱلْمُؤْمِنِينَ إِذَا دُعُوٓا۟ إِلَى ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ أَن يَقُولُوا۟ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا ۚ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ ﴿٥١﴾
پرته له شکه دمؤمنانو وينا بايد داسې وی چې کله دالله او درسول لوري وروبلل شي، ترڅو يې ترمنځ پرېکړه وکړي چې ويلي يې وی: دهغه وينا مو واورېده او دهغه امر مو ومنی دغه کسان چې پر دغو صفتونو متصف دي همدوی په دنيا او آخرت کې بريالي دي
وَمَن يُطِعِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَيَخْشَ ٱللَّهَ وَيَتَّقْهِ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْفَآئِزُونَ ﴿٥٢﴾
او څوک چې دالله او دهغه درسول پيروي وکړي، دهغوی دواړو حکم ته غاړه کېږدي او دګناهونو له پايلي وډار شي او دالله له سزا دهغه داوامرو په منلو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو ځان وساتي، يوازې همدوی ددنيا او آخرت په ښېګڼو بريالي دي
۞ وَأَقْسَمُوا۟ بِٱللَّهِ جَهْدَ أَيْمَـٰنِهِمْ لَئِنْ أَمَرْتَهُمْ لَيَخْرُجُنَّ ۖ قُل لَّا تُقْسِمُوا۟ ۖ طَاعَةٌۭ مَّعْرُوفَةٌ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ خَبِيرٌۢ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿٥٣﴾
دمنافقانو چې څومره له وسه وو همدومره ټينکې لوړې يې وکړې: چې که ته هغوی ته جهاد ته دوتلو امر وکړې، هغوی به هرومرو ووځي، ورته ووايه ای رسوله!: لوړې مه کوئ ستاسو درواغ مشهور دي او ستاسو له خپل ګومان سره سمه پيروۍ هم مشهوره ده، الله پر هغه څه ښه خبر دی چې کوئ يې، له هغه ستاسو له اعمالو هيڅ هم پټ نه دي، څومره يې چې تاسو پټ کړئ. مخ ۸ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قُلْ أَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُوا۟ ٱلرَّسُولَ ۖ فَإِن تَوَلَّوْا۟ فَإِنَّمَا عَلَيْهِ مَا حُمِّلَ وَعَلَيْكُم مَّا حُمِّلْتُمْ ۖ وَإِن تُطِيعُوهُ تَهْتَدُوا۟ ۚ وَمَا عَلَى ٱلرَّسُولِ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ ﴿٥٤﴾
دغو منافقانو ته ووايه ای رسوله!: په ښکاره او پټه کې دالله او درسول پيروي وکړئ، که چېرې دهغوی له پيروۍ مخ واړوئ چې امر درته پرې شوی؛ نو هغه يوازې پر رسونه مکلف دی، او تاسو پر پيروۍ او پر هغه عمل کولو مکلف ياست چې هغه ورسره راغلی دی، که چېرې دهغه څه په ترسره کولو پيروي وکړئ چې دکولو امر يې درته کړی، او له هغه څه ځانونه وساتئ چې ترې منع شوي ياست، حق ته به لا ر ومومئ، پر رسول يوازې څرګنده رسونه ده، هغه تاسو په زور پر سمه لا ر نشي راوستلی او نه مو پرې مجبورولای شي
وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مِنكُمْ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِى ٱلْأَرْضِ كَمَا ٱسْتَخْلَفَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ ٱلَّذِى ٱرْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّنۢ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًۭا ۚ يَعْبُدُونَنِى لَا يُشْرِكُونَ بِى شَيْـًۭٔا ۚ وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْفَـٰسِقُونَ ﴿٥٥﴾
ى له تاسو څخه چې چا پر الله ايمان راوړی او ښې کړنې يې ترسره کړې دي الله له هغوی سره ژمنه کړې چې ددښمنانو پر خلاف به يې مرسته کوي او په ځمکه کې به يې خليفه ګان ګرځوي لکه څنګه يې چې له هغوی مخکې مؤمنان پکې خليفه ګان ګرځولي وو، او دا ژمنه يې ورسره کړې ده چې کوم دين يې دهغوی لپاه خوښ کړی هغه دين داسلام دی هغه به برقراره او قوي وي، او دا ژمنه يې ورسره کړې ده چې وېره به يې په ډاډ وربدلوي، هغوی يوازې ما لمانځي، له ما سره هيڅ نه شريکوي، چا چې له دغو نعمتونو وروسته کفر وکړ همدوی دالله له پيروۍ وتلي دي
وَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ وَأَطِيعُوا۟ ٱلرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿٥٦﴾
او په بشپړه توګه لمونځ ترسره کوئ، دمالونو زکات مو ورکوئ، او دهغه څه په ترسره کولو چې امر يې درته کړی او هغه په پرېښودلو چې ترې منع کړي يې ياست د رسول پيروي کوئ، په دې هيله چې دالله رحمت تر لا سه کړئ
لَا تَحْسَبَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مُعْجِزِينَ فِى ٱلْأَرْضِ ۚ وَمَأْوَىٰهُمُ ٱلنَّارُ ۖ وَلَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ ﴿٥٧﴾
ای رسوله! هيڅکله دهغو خلکو په اړه ګومان مه کوه چې پر الله يې کفر کړی چې هغوی به له ما څخه پاتې شي کله چې زه پر هغوی سزا را نازله کړم، دقيامت په ورځ به يې هستوګنځی دوزخ وي او دوزخ له بد ځايونو بد ځای دهغوی دی
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لِيَسْتَـْٔذِنكُمُ ٱلَّذِينَ مَلَكَتْ أَيْمَـٰنُكُمْ وَٱلَّذِينَ لَمْ يَبْلُغُوا۟ ٱلْحُلُمَ مِنكُمْ ثَلَـٰثَ مَرَّٰتٍۢ ۚ مِّن قَبْلِ صَلَوٰةِ ٱلْفَجْرِ وَحِينَ تَضَعُونَ ثِيَابَكُم مِّنَ ٱلظَّهِيرَةِ وَمِنۢ بَعْدِ صَلَوٰةِ ٱلْعِشَآءِ ۚ ثَلَـٰثُ عَوْرَٰتٍۢ لَّكُمْ ۚ لَيْسَ عَلَيْكُمْ وَلَا عَلَيْهِمْ جُنَاحٌۢ بَعْدَهُنَّ ۚ طَوَّٰفُونَ عَلَيْكُم بَعْضُكُمْ عَلَىٰ بَعْضٍۢ ۚ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمُ ٱلْـَٔايَـٰتِ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌۭ ﴿٥٨﴾
ى ه ه اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، ستاسو مرېيان، مينځې او هغه آزاد ماشومان چې دبلوغ عمر ته نه وي رسيدلي په دريو وختونو کې دې درڅخه اجازه وغواړي، دسهار له لمانځه مخکې کله چې دخوب جامې دبيدارۍ په جامو بدلوئ، دغرمې پر مهال کله چې د غرمې خوب لپاره جامې وباسئ او دماخوستن له لمانځه وروسته، ځکه هغه ستاسو دخوب، دبيدارۍ دجامو اېستلو او خوب دجامو اغوستلو وخت دی، دغه درې وختونه ستاسو لپاره دپټولو دي چې هيڅوک به پرته له اجازې نه درننوځي، له دغو وختونو پرته په نورو کې نه پرتاسې کومه ګناه شته او نه پر هغوی چې پر تاسو دې در ننوځي، ځکه هغوی پرتاسو ډېر ګرځېدونکي دي، ستاسې ځينې پر ځينو ګرځي؛ نو په ټولو وختونو کې له ننوتلو را ګرځول ستونزمن وي، مګر په اجازه غوښتلو سره، لکه څنګه چې الله تاسو ته داجازې غوښتلو حکمونه بيان کړل، ستاسو لپاره هغه آيتونه بيانوي چې هغو حکمونو ته لا رښوونه کوي کوم يې چې ستاسو لپاره روا کړي دي، الله دخپلو بنده ګانو پر مصلحتونو ښه پوه دی او کوم حکمونه چې ورته روا کوي په هغو کې دحکمت څښتن دی. مخ ۹ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَإِذَا بَلَغَ ٱلْأَطْفَـٰلُ مِنكُمُ ٱلْحُلُمَ فَلْيَسْتَـْٔذِنُوا۟ كَمَا ٱسْتَـْٔذَنَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمْ ءَايَـٰتِهِۦ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌۭ ﴿٥٩﴾
عليم حكيم او کله مو چې ماشومان دبلوغ عمر ته ورسېدل؛ نو هغوی دې دخپلو مشرانو غوندې په ټولو یاد شويو وختونو کې دننوتلو پرمهال اجازه وغواړي، لکه څرنګه چې الله د اجازې غوښتلو حکمونه بيان کړل، همدارنګه تاسو ته خپل آيتونه بيانوي، الله دخپلو بنده ګانو پر ګټو ښه پوه دی او څه يې چې هغوی ته روا کړي په هغو کې د حکمت څښتن دی
وَٱلْقَوَٰعِدُ مِنَ ٱلنِّسَآءِ ٱلَّـٰتِى لَا يَرْجُونَ نِكَاحًۭا فَلَيْسَ عَلَيْهِنَّ جُنَاحٌ أَن يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ غَيْرَ مُتَبَرِّجَـٰتٍۭ بِزِينَةٍۢ ۖ وَأَن يَسْتَعْفِفْنَ خَيْرٌۭ لَّهُنَّ ۗ وَٱللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌۭ ﴿٦٠﴾
هغه بوډۍ ښځې چې دبوډا والي له امله مياشتنۍ ناروغي او حمل نه ورته راځي، هغوی چې نور دودېدلو هيله نه لري، پر هغوی کومه ګناه نشته که ځينې جامې لکه پړونی او لوپټه کېږدي په دې شرط چې دهغې پټې ښکلا څرګندوونکې نه وي دکومې پر پټولو چې امر ورته شوی، خو که دزياتې پردې او پاک لمنۍ له امله ددغو جامو له اېښودلو هم ډډه وکړي دا به ورته غوره وي، الله ستاسو دويناوو ښه اورېدونکی او پر کړنو مو ښه پوه دی، له هغه هيڅ هم پټ نه دي او پر هغو به تاسو ته جزا درکړي
لَّيْسَ عَلَى ٱلْأَعْمَىٰ حَرَجٌۭ وَلَا عَلَى ٱلْأَعْرَجِ حَرَجٌۭ وَلَا عَلَى ٱلْمَرِيضِ حَرَجٌۭ وَلَا عَلَىٰٓ أَنفُسِكُمْ أَن تَأْكُلُوا۟ مِنۢ بُيُوتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ ءَابَآئِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أُمَّهَـٰتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ إِخْوَٰنِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَخَوَٰتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَعْمَـٰمِكُمْ أَوْ بُيُوتِ عَمَّـٰتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَخْوَٰلِكُمْ أَوْ بُيُوتِ خَـٰلَـٰتِكُمْ أَوْ مَا مَلَكْتُم مَّفَاتِحَهُۥٓ أَوْ صَدِيقِكُمْ ۚ لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَأْكُلُوا۟ جَمِيعًا أَوْ أَشْتَاتًۭا ۚ فَإِذَا دَخَلْتُم بُيُوتًۭا فَسَلِّمُوا۟ عَلَىٰٓ أَنفُسِكُمْ تَحِيَّةًۭ مِّنْ عِندِ ٱللَّهِ مُبَـٰرَكَةًۭ طَيِّبَةًۭ ۚ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمُ ٱلْـَٔايَـٰتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿٦١﴾
ه نه پر هغه ړانده چې سترګې يې له لا سه ورکړې کومه ګناه شته، نه پر ګوډ ګناه شته، نه پر ناروغ ګناه شته که دالله په لا ر کې جهاد غوندې ځينې مکلفيتونه پرېږدي چې توان يې نه لري، نه ای مؤمنانو پر تاسو کومه ګناه شته چې له خپلو کورونو خوراک وکړئ چې له هغو څخه مو دپلرونو کورونه هم دي، نه پر تاسو په دې کې ګناه شته چې دپلرونو له کورونو خوراک وکړئ، يا مو دميندو له کورونو، يا مو دوروڼو له کورنو، یا مو دخويندو له کورنو، يا مو دترونو له کورنو، يا مو دعمه ګانو له کورنو، يا مو دخاله ګانو له کورونو، يا له هغو کورنو څخه چې ساتنه يې تاسوته در سپارل شوې ده، لکه دباغ ساتونکی، او نه پر تاسو ګناه شته چې له خپل عادت سره سم په خوښه دملګري له کورونو خوراک وکړئ، نه پر تاسو ګناه شته چې ګډ خوراک سره وکړئ يا بېل بېل، کله چې دغو ياد شويو کورونو يا نورو ته ننوځئ؛ نو څوک چې پکې دي پر هغوی داسې سلام واچوئ چې السلام عليکم. خو که څوک پکې نه وو بيا پر خپلو ځانونو سلام واچوئ او داسې ووايئ: السلام علينا وعلی عباده الصالحين، دغه دالله لخوا يوه مبارکه ډالۍ ده چې تاسو ته يې حکم کړی دی، تر څو مو تر منځ مينه او محبت پيداشي، يوه ښه کلمه ده چې داورېدونکي زړه پرې خوشحاليږي، په دغه ډول تېر شوي ښکاره بيان سره په مخکېني سورت کې الله نښانې بيانوي په دې هيله که تاسو له عقله کار واخلئ او عمل پرې وکړئ
إِنَّمَا ٱلْمُؤْمِنُونَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَإِذَا كَانُوا۟ مَعَهُۥ عَلَىٰٓ أَمْرٍۢ جَامِعٍۢ لَّمْ يَذْهَبُوا۟ حَتَّىٰ يَسْتَـْٔذِنُوهُ ۚ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَسْتَـْٔذِنُونَكَ أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ ۚ فَإِذَا ٱسْتَـْٔذَنُوكَ لِبَعْضِ شَأْنِهِمْ فَأْذَن لِّمَن شِئْتَ مِنْهُمْ وَٱسْتَغْفِرْ لَهُمُ ٱللَّهَ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿٦٢﴾
بې شکه په خپل ايمان کې رېښتيني مؤمنان هغه کسان دي، چې پر الله او دهغه پر رسول يې ايمان راوړی، کله چې له نبي صلی الله عليه وسلم سره دمسلمانانو د يو ګټې په چاره کې يوځای وي؛ نو تر هغه وخته نه ترې ځي تر څو يې دتلو اجازه نه وي غوښتې، پرته له شکه هغه کسان چې دعذر پر مهال له تا څخه اجازه غواړي ای رسوله! همدوی په حقه پر الله او دهغه پر رسول باور لري؛ نو کله چې له تا څخه دخپل کوم مهم کار لپاره اجازه وغواړي، له هغوی چې دې چاته خوښه وي اجازه ورکړه، هغوی ته يې دګناهونو بښنه غواړه، بېشکه الله له خپلو بندګانو چې څوک توبه ورته وباسي بښونکی او پر هغوی مهربان دی. مخ ۱۰ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
لَّا تَجْعَلُوا۟ دُعَآءَ ٱلرَّسُولِ بَيْنَكُمْ كَدُعَآءِ بَعْضِكُم بَعْضًۭا ۚ قَدْ يَعْلَمُ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ يَتَسَلَّلُونَ مِنكُمْ لِوَاذًۭا ۚ فَلْيَحْذَرِ ٱلَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِۦٓ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿٦٣﴾
ای مؤمنانو دالله درسول درناوی وکړئ، کله چې آواز ورکوئ، نو په نوم يې مه رابولئ، لکه اې محمده او دهغه دپلار په نوم لکه اې دعبدالله زويه! لکه څنګه چې ستاسو ځينې له ځينو سره کوي، بلکې وواياست: اې دالله رسوله! اې دالله نبي! او کله مو چې کوم عام کار ته را بولي، نو دهغه رابلل دعامو رابللو غوندې مه کوئ لکه ستاسو ځينې يې ځينو ته عادتا په کوچنيو چارو کې کوي، بلکې دهغې درا بللو منلو ته له يوبل وړاندې کېږئ، بېشکه الله پر هغو خلکو پوهيږي چې له تاسو یې ځينې پرته له اجازې پټ وځي، نو هغه کسان چې درسول الله صلی الله عليه وسلم له امره سرغړونه کوي ودې ډار شي چې هغوی ته به الله کومه ستونزه او کړاو ورسوي او يا به داسې دردوونکې سزا ور ورسوي چې هغوی به يې نشي زغملای
أَلَآ إِنَّ لِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۖ قَدْ يَعْلَمُ مَآ أَنتُمْ عَلَيْهِ وَيَوْمَ يُرْجَعُونَ إِلَيْهِ فَيُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا۟ ۗ وَٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌۢ ﴿٦٤﴾
شىء عليم خبردار اوسئ دپيدايښت، ملکيت او تدبير له پلوه، څه چې په آسمانونو او ځمکه کې دي هغه يوازې الله لره دي، ای خلکو تاسو چې په هر حال کې وئ هغه پرې پوه دی، له هغه هيڅ هم پټ نه دي، دقيامت په ورځ چې له مرګ وروسته په بېرته ژوندي کېدو هغه ته ورګرځي؛ نو هغوی به ددنيا پر هغو کړنو چې ترسره کړې يې دي خبر کړي، او الله پر هر څه ښه پوه دی، په آسمانونو او ځمکه کې هيڅ هم ترې پټ نه دي. مخ ۱۱ له ۱۱ moc.hgelp