کورتفسیرالمؤمنون (٢٣)

تفسیر المؤمنون — Al-Muminoon (23)

مکي · ١١٨ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

قَدْ أَفْلَحَ ٱلْمُؤْمِنُونَ ﴿١﴾

بېشکه پر الله ايمان راوړونکي او دهغه پر شريعت عمل کوونکي پر هغه څه بريالي شول چې غوښتل يې او له هغه څه خوندي شول چې ترې وېرېدل

ٱلَّذِينَ هُمْ فِى صَلَاتِهِمْ خَـٰشِعُونَ ﴿٢﴾

هغه کسان چې په خپل لمانځه کې عاجزي کوونکي دي په داسې حال کې چې غړي يې پکې آرامه شوي او زړونه يې له بوختياوو فارغه شوي دي

وَٱلَّذِينَ هُمْ عَنِ ٱللَّغْوِ مُعْرِضُونَ ﴿٣﴾

او هغه کسان چې له باطل، چټياتو او هغو ويناوو اوکړنو مخ اړوونکي دي چې په هغو کې ګناه وي

وَٱلَّذِينَ هُمْ لِلزَّكَوٰةِ فَـٰعِلُونَ ﴿٤﴾

او هغه کسان چې له رذايلو څخه دځانونو دپاکوالي او خپلو مالونو دپاکوالي په موخه زکات ورکوونکي دي

وَٱلَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَـٰفِظُونَ ﴿٥﴾

او هغه کسان چې له زنا، لواطت، او نارواوو څخه په لېرې والي دخپلو عورتونو ساتونکي دي، او هغوی پاک لمني او پاکيزه دي

إِلَّا عَلَىٰٓ أَزْوَٰجِهِمْ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَـٰنُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ ﴿٦﴾

پرته له مېرمنو يې او هغو مينځو چې هغوی يې څښتنان دي؛ نو له هغوی څخه دکوروالي په کولو او داسې نور څه کې دګټې په اخېستلو سره نه ملامتيږي

فَمَنِ ٱبْتَغَىٰ وَرَآءَ ذَٰلِكَ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْعَادُونَ ﴿٧﴾

نو څوک چې له خپلو مېرمنو او هغو مينځو پرته چې څښتنان يې وي له نورو څخه خوند لټوي هغوی دالله له پولو اوښتونکي دي چې دالله له حلال کړي شيانو څخه د هغه حرام کړل شويو شيانو ته تېری کوي

وَٱلَّذِينَ هُمْ لِأَمَـٰنَـٰتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَٰعُونَ ﴿٨﴾

او هغه کسان چې دالله او دهغه بندګانو لخوا دورکړل شوي امانت او خپلو ژمنو خيال ساتونکي دي، چې نه يې ضايع کوي بلکې وفا پرې کوي

وَٱلَّذِينَ هُمْ عَلَىٰ صَلَوَٰتِهِمْ يُحَافِظُونَ ﴿٩﴾

او هغه کسان چې تل دخپلو لمنځونو ساتنه کوي چې په خپلو وختونو کې يې دټولو ارکانو، واجباتو او مستحباتو سره اداکوي

أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْوَٰرِثُونَ ﴿١٠﴾

هغه کسان چې پر دغو صفاتو متصف دي همدوی وارثان دي. مخ ۱ له ۱۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

ٱلَّذِينَ يَرِثُونَ ٱلْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَـٰلِدُونَ ﴿١١﴾

هغه کسان چې لوړ جنت په ميراث وړي هغوی به تل پکې اوسېدونکي وي چې نعمتونه به يې پکې نه ختميږي

وَلَقَدْ خَلَقْنَا ٱلْإِنسَـٰنَ مِن سُلَـٰلَةٍۢ مِّن طِينٍۢ ﴿١٢﴾

موږ دبشر پلار آدم عليه السلام له خټې پيداکړ، چې له سوچه خاورې څخه اخېستل شوې وه او له داسې اوبو څخه اېستل شوې وه چې هغه اوبه دزمکې له خاورې سره ګدې شوې وې. ثم جعلنه نطفة فى قرار م كين

ثُمَّ جَعَلْنَـٰهُ نُطْفَةًۭ فِى قَرَارٍۢ مَّكِينٍۢ ﴿١٣﴾

بیا مو دهغه اولاد دنسلونو په توګه له داسې نطفې څخه پيداکړل چې په رحم (اولادځای) کې دپيدايښت تر ورځې ځای پر ځای کيږي

ثُمَّ خَلَقْنَا ٱلنُّطْفَةَ عَلَقَةًۭ فَخَلَقْنَا ٱلْعَلَقَةَ مُضْغَةًۭ فَخَلَقْنَا ٱلْمُضْغَةَ عِظَـٰمًۭا فَكَسَوْنَا ٱلْعِظَـٰمَ لَحْمًۭا ثُمَّ أَنشَأْنَـٰهُ خَلْقًا ءَاخَرَ ۚ فَتَبَارَكَ ٱللَّهُ أَحْسَنُ ٱلْخَـٰلِقِينَ ﴿١٤﴾

بيا مو وروسته له دې په رحم کې ځای پرځای شوې نطفه دوينې سره ټوټه وګرځوله، بيا مو دغه دوينې سره ټوټه دژوول شوې غوښې غوندې ټوټه وګرځوله، بيا مو دغې دغوښې ټوټې ته سخت هډوکي ور پيداکړل، چې دغو هډوکو ته مو غوښه ورواغوستله، بيا مو په هغه کې دروح په پو کولو او دژوند حالت ته په را اېستلو بل مخلوق وګرځاوه؛ نو الله برکتناک دی او ترټولو غوره پيداکوونکی دی. ثم إنكم بعد ذلك لميتون

ثُمَّ إِنَّكُم بَعْدَ ذَٰلِكَ لَمَيِّتُونَ ﴿١٥﴾

بيا تاسو ای خلکو! ددغو پړاوونو څخه له تېرېدو وروسته ژر ده دخپلو وختونو په را رسېدو سره مړه کېږئ

ثُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ تُبْعَثُونَ ﴿١٦﴾

بيا تاسو له مړه کېدو وروسته له قبرونو څخه دقيامت په ورځ راپاڅول کېږئ، تر څو دهغه څه په اړه حساب درسره وشي چې وړاندې مو لېږلي دي

وَلَقَدْ خَلَقْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعَ طَرَآئِقَ وَمَا كُنَّا عَنِ ٱلْخَلْقِ غَـٰفِلِينَ ﴿١٧﴾

بېشکه مو ستاسو دپاسه ای خلکو! اوه آسمانونه پيداکړي دي چې ځينې يې دځينو دپاسه دي، او موږ له خپل مخلوق څخه بې خبره نه يو او نه يې هېروونکي يو

وَأَنزَلْنَا مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءًۢ بِقَدَرٍۢ فَأَسْكَنَّـٰهُ فِى ٱلْأَرْضِ ۖ وَإِنَّا عَلَىٰ ذَهَابٍۭ بِهِۦ لَقَـٰدِرُونَ ﴿١٨﴾

او له آسمانه مو دباران اوبه داړتيا په اندازه نازلې کړې دي، نه زياتې دي چې ورانکاری وکړي او نه کمې دي چې بسنه ونه کړي، په زمکه کې مو داسې ځای پرځای کړې دي چې خلک او څاروي ګټه ترې اخلي او موږ ددې توان لرو چې له منځه يې يوسو او تاسو ګټه ترې وا نخلئ. فأنشأنا لكم به جنت من ن خيل وأعنب ل كم فيها فوكهكثيرة ومنها تأكلون

فَأَنشَأْنَا لَكُم بِهِۦ جَنَّـٰتٍۢ مِّن نَّخِيلٍۢ وَأَعْنَـٰبٍۢ لَّكُمْ فِيهَا فَوَٰكِهُ كَثِيرَةٌۭ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ ﴿١٩﴾

نو پر دغو اوبو مو تاسوته دخرماوو او انګورو باغونه را شنه کړل، په هغو کې دبېلابېلو شکلونو او رنګونو مېوې دي لکه انځر، انار او مڼې چې له هغو يې تاسو خورئ. مخ ۲ له ۱۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَشَجَرَةًۭ تَخْرُجُ مِن طُورِ سَيْنَآءَ تَنۢبُتُ بِٱلدُّهْنِ وَصِبْغٍۢ لِّلْـَٔاكِلِينَ ﴿٢٠﴾

او ستاسو لپاره مو دانځر هغه ونه پيدا کړه چې دسينا غره له سيمې څخه راوځي، داسې غوړي را باسي چې له مېوې څخه يې ترلاسه کيږي غوړول پرې کيږي او په کتغ کې کارول کيږي

وَإِنَّ لَكُمْ فِى ٱلْأَنْعَـٰمِ لَعِبْرَةًۭ ۖ نُّسْقِيكُم مِّمَّا فِى بُطُونِهَا وَلَكُمْ فِيهَا مَنَـٰفِعُ كَثِيرَةٌۭ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ ﴿٢١﴾

او بېشکه ستاسو لپاره ای خلکو! په څارويو(اوښانو، غواوو او پسونو) کې پند دی اولا رښوونه ده چې دالله قدرت او پېرزوينې ته پرې لا ر پيداکوئ، موږ ددغو څارويو له ګېډو تاسو ته خالصې مزې دارې شېدې درڅښو، او په دغو کې تاسوته ډېرې ګټې چې ترلاسه کوئ يې لکه سپرلۍ، وړۍ، پشم، وېښتان، او دهغو له غوښو خوراک کوئ

وَعَلَيْهَا وَعَلَى ٱلْفُلْكِ تُحْمَلُونَ ﴿٢٢﴾

او په وچه کې پر اوښانو او په اوبو کې په کښتۍ کې سپرول کېږئ

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوْمِهِۦ فَقَالَ يَـٰقَوْمِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـٰهٍ غَيْرُهُۥٓ ۖ أَفَلَا تَتَّقُونَ ﴿٢٣﴾

پرته له شکه موږ نوح عليه السلام يې خپل قوم ته ولېږئ چې دالله لوري ته يې راوبولي، هغه ورته وويل: ای زما قومه! يوازې دالله عبادت وکړئ، تاسو لره له هغه پاک ذات پرته بل په حقه معبود نشته؛ نو آيا له الله څخه نه وېرېږئ دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو سره

فَقَالَ ٱلْمَلَؤُا۟ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِن قَوْمِهِۦ مَا هَـٰذَآ إِلَّا بَشَرٌۭ مِّثْلُكُمْ يُرِيدُ أَن يَتَفَضَّلَ عَلَيْكُمْ وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ لَأَنزَلَ مَلَـٰٓئِكَةًۭ مَّا سَمِعْنَا بِهَـٰذَا فِىٓ ءَابَآئِنَا ٱلْأَوَّلِينَ ﴿٢٤﴾

نو له قوم څخه يې هغو اشرافو او سردارانو چې پر الله يې کفر کړی وخپلو پيروانو او عامو خلکو ته وويل: نه دی هغه چې فکر کوئ چې دی رسول دی مګر ستاسو غوندې يو انسان دی، پرتاسو مشري او سرداري غواړي، که الله موږ ته رسول رالېږل غوښتی، هرومرو به يې له پرېښتو رالېږلی وای او له انسانانو يې نه رالېږلو، دا ډول دعوی مو په خپلو هغو پخوانيو کې نه ده اورېدلې چې تېرشوي دي. إن هو إل ارجل به جنة فتربصوا به حت حين

إِنْ هُوَ إِلَّا رَجُلٌۢ بِهِۦ جِنَّةٌۭ فَتَرَبَّصُوا۟ بِهِۦ حَتَّىٰ حِينٍۢ ﴿٢٥﴾

نه دی هغه مګر داسې يو سړی چې لېونتوب پرې راغلی دی، څه چې وايي نه پرې پوهيږي؛ نو تر هغه وخته انتظار ورته وکړئ تر څو يې خلکو ته حال څرګند شي

قَالَ رَبِّ ٱنصُرْنِى بِمَا كَذَّبُونِ ﴿٢٦﴾

نوح عليه السلام وويل: ای زماپالونکيه! دهغوی پرخلاف مې مرسته وکړه داسې چې دهغوی لخوا زما ددرواغجن ګڼلو غچ راته ترې واخله

فَأَوْحَيْنَآ إِلَيْهِ أَنِ ٱصْنَعِ ٱلْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا فَإِذَا جَآءَ أَمْرُنَا وَفَارَ ٱلتَّنُّورُ ۙ فَٱسْلُكْ فِيهَا مِن كُلٍّۢ زَوْجَيْنِ ٱثْنَيْنِ وَأَهْلَكَ إِلَّا مَن سَبَقَ عَلَيْهِ ٱلْقَوْلُ مِنْهُمْ ۖ وَلَا تُخَـٰطِبْنِى فِى ٱلَّذِينَ ظَلَمُوٓا۟ ۖ إِنَّهُم مُّغْرَقُونَ ﴿٢٧﴾

نو هغه ته مو وحې وکړه چې زموږ په مخکې زموږ په ښوونه کښتئ جوړه کړه، کله چې زموږ لخوا دهغوی دتباهۍ امر راغی، له هغه ځای څخه پياوړې چينې را وخوټېدې چې ډوډۍ پکې پخېدله، نو کښتۍ ته له ټولو ژونديو شيانو څخه نر او ښځه ور ننباسه، تر څو يې نسل پاتې شي، خپله کورنۍ دې هم ورننباسه پرته له هغه چا څخه چې دالله لخوا يې دتباهۍ خبره شوې ده لکه مېرمن او زوی دې، دهغو خلکو دخلاصون او نه تباهۍ په اړه خبره مه راسره کوه چې دکفر له امله يې ظلم کړی دی، هغوی هرومرو دطوفان په اوبو کې په ډوبېدو سره تباه کېدونکي دي. مخ ۳ له ۱۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

فَإِذَا ٱسْتَوَيْتَ أَنتَ وَمَن مَّعَكَ عَلَى ٱلْفُلْكِ فَقُلِ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ٱلَّذِى نَجَّىٰنَا مِنَ ٱلْقَوْمِ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٢٨﴾

کله چې ته او له ژغورل شويو مومنانو چې څوک درسره دي کښتۍته پورته شوئ؛ نو بيا ووايه: هغه الله لره ستاينه ده چې موږ يې له ظالم قوم څخه وژغورلو او هغوی يې تباه کړل

وَقُل رَّبِّ أَنزِلْنِى مُنزَلًۭا مُّبَارَكًۭا وَأَنتَ خَيْرُ ٱلْمُنزِلِينَ ﴿٢٩﴾

او ووايه: ای زما پالونکيه! په زمکه کې مې په برکتناکه کوزولو سره کوز کړه او ته تر ټولو غوره کوزوونکی يې. إن فى ذلك لٔايت وإن كنا لمبتلين

إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍۢ وَإِن كُنَّا لَمُبْتَلِينَ ﴿٣٠﴾

بېشکه په دغه يادشوي کې چې دنوح او دمومنانو ژغورنه او دکافرانو تباهي ده، زموږ داستازو پر مرسته او دهغوی دې درواغجن ګڼونکو په تباهۍ کې زموږ پر قدرت څرګندې نښانې دي، که څه هم موږ دنوح دقوم ازمويونکي يو هغوی ته داستازو په لېږلو سره، تر څو مومن له کافره او پيروي کوونکی له سرغړوونکي بېل شي. ثم أنشأنا من بعدهم قرنا ءاخرين

ثُمَّ أَنشَأْنَا مِنۢ بَعْدِهِمْ قَرْنًا ءَاخَرِينَ ﴿٣١﴾

بيا مو دنوح دقوم له تباه کولو وروسته بل امت پيداکړ

فَأَرْسَلْنَا فِيهِمْ رَسُولًۭا مِّنْهُمْ أَنِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـٰهٍ غَيْرُهُۥٓ ۖ أَفَلَا تَتَّقُونَ ﴿٣٢﴾

نو دهغوی له منځه مو په هغوی کې رسول ولېږلو چې الله ته يې راوبولي، هغوی ته يې وويل: يوازې دالله عبادت وکړئ له هغه پاک ذات پرته تاسو لره بل په حقه معبود نشته؛ نو آيا له الله څخه دهغه له نواهيوو څخه په ډډه کولو او اوامرو په منلو سره نه وېرېږئ؟!

وَقَالَ ٱلْمَلَأُ مِن قَوْمِهِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَكَذَّبُوا۟ بِلِقَآءِ ٱلْـَٔاخِرَةِ وَأَتْرَفْنَـٰهُمْ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا مَا هَـٰذَآ إِلَّا بَشَرٌۭ مِّثْلُكُمْ يَأْكُلُ مِمَّا تَأْكُلُونَ مِنْهُ وَيَشْرَبُ مِمَّا تَشْرَبُونَ ﴿٣٣﴾

يأكل مما تأكلون منهويشرب مما تشربون دنوح دقوم هغو اشرافو او سردارانو چې پر الله يې کفر کړی و، آخرت او په هغو کې دثواب او سزا شتون يې درواغ ګڼلي واو ددنيا په ژوند کې زموږ لخوا دپېرزوينو پراخۍ په سرغړونه کې اخته کړي و، خپلو پيروانو او عامو خلکو ته داسې وويل: نه دی دغه مګر ستاسو په څېر يو انسان، هغه څه خوري چې تاسو يې خورئ او له هغه څه څښاک کوي چې تاسو يې ترې کوئ؛ نو هغه لره پرتاسو کوم غوراوی نشته، تر څو تاسو ته داستازي په توګه راولېږل شي. ولئن أطعتم بشرا مثلكم إ نكم إ ذا ل خسرون

وَلَئِنْ أَطَعْتُم بَشَرًۭا مِّثْلَكُمْ إِنَّكُمْ إِذًۭا لَّخَـٰسِرُونَ ﴿٣٤﴾

او که چېرته مو دځان په څېر دیو انسان پیروي وکړه، هغه مهال به تاسو تاوانیان یاست، ځکه دهغوی پیروي به تاسو ته ګټه نه رسوي، ځکه چې تاسو به خپل معبودان پریښي وي او دهغه چا پيروي به مو کړي چې پر تاسو هیڅ کوم غوره والی نه لري. أيعدكم أنكم إ ذا مت م وكنتم ترابا وعظما أنكم م خرجون

أَيَعِدُكُمْ أَنَّكُمْ إِذَا مِتُّمْ وَكُنتُمْ تُرَابًۭا وَعِظَـٰمًا أَنَّكُم مُّخْرَجُونَ ﴿٣٥﴾

آيا دغه څوک چې ګومان کوي هغه تاسو ته درلېږل شوی دی دغه ژمنه درسره کوي، چې کله تاسو مړه شئ، خاورې او وراسته هډوکي وګرځئ چې دبيا ځلې لپاره به له قبرونو څخه ژوندي را اېستل کېږئ؟! آيا دغه عقل مني؟!. مخ ۴ له ۱۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

۞ هَيْهَاتَ هَيْهَاتَ لِمَا تُوعَدُونَ ﴿٣٦﴾

ډېره لرې ښکاري هغه (خبره) چې تاسو سره یې وعده کیږي چې ګویا له مرګ څخه وروسته به بیرته له قبرونو څخه ژوندي راوویستل شئ، هغه مهال چې خاورې او وراسته هډوکي وګرځئ

إِنْ هِىَ إِلَّا حَيَاتُنَا ٱلدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا نَحْنُ بِمَبْعُوثِينَ ﴿٣٧﴾

نه دی ژوند مګر ددنيا ژوند نه دآخرت ژوند، له موږ څخه ژوندي خلک مړه کيږي بيا نه ژوندي کيږي او نور پيداکيږي چې بيا ژوند کوي، موږ له خپل مرګ وروسته دقيامت په ورځ دحساب لپاره را اېستل کېدونکي نه يو

إِنْ هُوَ إِلَّا رَجُلٌ ٱفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًۭا وَمَا نَحْنُ لَهُۥ بِمُؤْمِنِينَ ﴿٣٨﴾

نه دی دغه چې دعوی کوي چې تاسو ته رسول دی مګر داسې يو سړی چې په دغه خپله دعوی سره پر الله درواغ تړي او موږ پر هغه باور کوونکي نه يو

قَالَ رَبِّ ٱنصُرْنِى بِمَا كَذَّبُونِ ﴿٣٩﴾

رسول وويل: ای زما پالونکيه! ته مې دهغوی پر وړاندې مرسته وکړه چې له هغوی غچ راته واخله دهغوی لخوا زما درواغجن ګڼلو له امله. قال عما قليل ليصبحن ندمين

قَالَ عَمَّا قَلِيلٍۢ لَّيُصْبِحُنَّ نَـٰدِمِينَ ﴿٤٠﴾

نو الله په دې ويلو سره ځواب ورکړ: چې لږه موده وروسته به دغه کسان چې دهغه څه درواغ ګڼونکي دي چې زه ورسره راغلی يم پر هغه څه پښېمانه شي چې د هغوی لخوا کوم درواغ ګڼل واقع شوي دي

فَأَخَذَتْهُمُ ٱلصَّيْحَةُ بِٱلْحَقِّ فَجَعَلْنَـٰهُمْ غُثَآءًۭ ۚ فَبُعْدًۭا لِّلْقَوْمِ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٤١﴾

نو هغوی يوې سختې تباه کوونکي چېغې ونيول، ځکه هغوی دخپل ضد له امله دسزا وړ وو؛ نو دسېل دخس خشاک غوندې تباه وګرځېدل، همداسې تباهي دې وي ظالم قوم لره. ثم أنشأنا من بعدهم قرونا ءاخرين

ثُمَّ أَنشَأْنَا مِنۢ بَعْدِهِمْ قُرُونًا ءَاخَرِينَ ﴿٤٢﴾

بيا مو دهغوی له تباه کولو وروسته نور قومونه او امتونه پيداکړل لکه دلوط قوم، دشعيب قوم او ديونس قوم. ما تسبق من أم ة أجلها وما يستٔخرون

مَا تَسْبِقُ مِنْ أُمَّةٍ أَجَلَهَا وَمَا يَسْتَـْٔخِرُونَ ﴿٤٣﴾

هيڅ امت له دغو درواغ ګڼونکو امتونو څخه نه هغه ټاکل شوې نېټې څخه وړاندې کېدی شي چې دتباهۍ وخت يې راشي او نه له هغه وروسته کېدی شي، که څه هم هغوی لره ډېر وسايل وي

ثُمَّ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا تَتْرَا ۖ كُلَّ مَا جَآءَ أُمَّةًۭ رَّسُولُهَا كَذَّبُوهُ ۚ فَأَتْبَعْنَا بَعْضَهُم بَعْضًۭا وَجَعَلْنَـٰهُمْ أَحَادِيثَ ۚ فَبُعْدًۭا لِّقَوْمٍۢ لَّا يُؤْمِنُونَ ﴿٤٤﴾

ل ايؤمنون بيا مو پرله پسې خپل رسولان ولېږل، کله به چې له دغو امتونو څخه يو امت ته يې رالېږل شوی رسول راغی، هغوی به درواغجن ګڼلو؛ نو ځينې مو دځينو پسې تباه کړل، چې هغوی لره څه شتون پاتې نشو مګر له هغوی څخه دخلکو خبرې، نو هغه قوم لره دې تباهي وي چې پر هغه څه ايمان نه راوړي چې رسولانو يې دخپل پالونکي لخوا دوی ته پرې راتګ کړی و. مخ ۵ له ۱۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ثم أرسلنا موس وأخاه هرون بٔايتنا وسلطن م بين

ثُمَّ أَرْسَلْنَا مُوسَىٰ وَأَخَاهُ هَـٰرُونَ بِـَٔايَـٰتِنَا وَسُلْطَـٰنٍۢ مُّبِينٍ ﴿٤٥﴾

بيا مو موسی او دهغه ورور هارون له خپلو نهه نښانو سره ولېږل چې هغه لکړه، لا س،ملخ، سپږې، څنګښې، وينه، طوفان، وچ کالونه او دمېوو کمښت واو له څرګند دليل سره

إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَإِي۟هِۦ فَٱسْتَكْبَرُوا۟ وَكَانُوا۟ قَوْمًا عَالِينَ ﴿٤٦﴾

هغوی دواړه مو فرعون او دهغه دقوم سردارانو ته ولېږل، خو هغوی لويي وکړه، پر دوی دواړو يې ايمان را نه وړ، حال داچې هغوی پرخلکو دقهر او ظلم په کولو سره لويي کوونکي خلک وو

فَقَالُوٓا۟ أَنُؤْمِنُ لِبَشَرَيْنِ مِثْلِنَا وَقَوْمُهُمَا لَنَا عَـٰبِدُونَ ﴿٤٧﴾

هغوی وويل: آيا زموږ غوندې پر دوو انسانانو ايمان راوړو چې هغوی لره پر موږ کوم غوراوی نشته حال داچې دهغوی قوم بنواسرائيل په عاجزۍ زموږ پيروان دي

فَكَذَّبُوهُمَا فَكَانُوا۟ مِنَ ٱلْمُهْلَكِينَ ﴿٤٨﴾

هغوی دواړه يې په هغه څه کې درواغجن وګڼل چې دالله له لوري ورسره راغلي وو؛ نو هغوی دخپل درواغجن ګڼلو له امله په ډوبېدو سره له تباه کېدونکو وګرځېدل

وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَـٰبَ لَعَلَّهُمْ يَهْتَدُونَ ﴿٤٩﴾

پرته له شکه موږ موسی ته تورات ورکړ په دې هيله چې دموسی قوم په هغه لا ر ومومي او عمل پرې وکړي

وَجَعَلْنَا ٱبْنَ مَرْيَمَ وَأُمَّهُۥٓ ءَايَةًۭ وَءَاوَيْنَـٰهُمَآ إِلَىٰ رَبْوَةٍۢ ذَاتِ قَرَارٍۢ وَمَعِينٍۢ ﴿٥٠﴾

او دمريم زوی عيسی او مور يې مريم مو يوه داسې نښانه وګرځول چې زموږ پرقدرت دلالت کوونکې وه، چې هغه يې پرته له پلاره په خېټه شو، او هغوی دواړه مو د ځمکې په يوه لوړه برخه کې ځای پرځای کړل، داسې چې برابر او دکرارۍ لپاره وړ و، په هغه ځای کې نوې نوې اوبه روانې وې

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلرُّسُلُ كُلُوا۟ مِنَ ٱلطَّيِّبَـٰتِ وَٱعْمَلُوا۟ صَـٰلِحًا ۖ إِنِّى بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌۭ ﴿٥١﴾

ای رسولانو! له هغه څه خورئ چې درته حلال کړل شوي دي چې خوراک يې خوندور دی او له شريعت سره سم ښه کارونه کوئ، بېشکه زه پر هغه څه ښه پوه يم چې کوئ يې، ستاسو له کړنو پر ما هيڅ هم پټ نه دي

وَإِنَّ هَـٰذِهِۦٓ أُمَّتُكُمْ أُمَّةًۭ وَٰحِدَةًۭ وَأَنَا۠ رَبُّكُمْ فَٱتَّقُونِ ﴿٥٢﴾

او بېشکه ستاسو ملت ای رسولانو! يو داسې ملت دی چې اسلام دی او زه مو پالونکی يم له ما پرته تاسو لره بل پالونکی نشته؛ نو زما دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه مې په ډډه کولو له ما ووېرېږئ

فَتَقَطَّعُوٓا۟ أَمْرَهُم بَيْنَهُمْ زُبُرًۭا ۖ كُلُّ حِزْبٍۭ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ ﴿٥٣﴾

بيا يې پيروانو له هغوی وروسته په دين کې اختلاف وکړ؛ نو ګوند ګوند او ډلې ډلې شول، هره ډله خوشحاله وه پر هغه څه چې ايمان يې پرې لرلو په دې فکر چې همدغه دالله پروړاندې خوښ دين دی او هغه څه ته يې نه کتل چې له نورو سره وو. مخ ۶ له ۱۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر فذرهم فى غمرتهم حت حين

فَذَرْهُمْ فِى غَمْرَتِهِمْ حَتَّىٰ حِينٍ ﴿٥٤﴾

ای رسوله! هغوی پرېږده په هغه ناپوهۍ او حيرانتيا کې چې پکې دي پر هغوی دسزا دنېټې تر راتلو پورې. أيحسبون أنما نمد هم به من م ال وبنين

أَيَحْسَبُونَ أَنَّمَا نُمِدُّهُم بِهِۦ مِن مَّالٍۢ وَبَنِينَ ﴿٥٥﴾

آيا له دغو خوشحاله ډلو سره چې څه دي دا ګومان کوي چې موږ هغوی ته ددنيا په ژوند کې کوم مالونه او اولادونه ورکوو هغه يوه داسې ښېګڼه ده چې وړ يې دي؟! امر داسې نه دی لکه څنګه چې هغوی ګومان کړی دی، بېشکه موږ دغه يوازې دلاسر کښۍ او استدراج لپاره ورکوو، خو هغوی دغه نه احساسوي

نُسَارِعُ لَهُمْ فِى ٱلْخَيْرَٰتِ ۚ بَل لَّا يَشْعُرُونَ ﴿٥٦﴾

آيا له دغو خوشحاله ډلو سره چې څه دي دا ګومان کوي چې موږ هغوی ته ددنيا په ژوند کې کوم مالونه او اولادونه ورکوو هغه يوه داسې ښېګڼه ده چې وړ يې دي؟! امر داسې نه دی لکه څنګه چې هغوی ګومان کړی دی، بېشکه موږ دغه يوازې دلا سرکښۍ او استدراج لپاره ورکوو، خو هغوی دغه نه احساسوي

إِنَّ ٱلَّذِينَ هُم مِّنْ خَشْيَةِ رَبِّهِم مُّشْفِقُونَ ﴿٥٧﴾

بېشکه هغه کسان چې دايمان او ښېګڼې سربېره يې له خپل پالونکي وېرېدونکي دي

وَٱلَّذِينَ هُم بِـَٔايَـٰتِ رَبِّهِمْ يُؤْمِنُونَ ﴿٥٨﴾

او هغه کسان چې دکتاب پر آيتونو ايمان لري

وَٱلَّذِينَ هُم بِرَبِّهِمْ لَا يُشْرِكُونَ ﴿٥٩﴾

او هغه کسان چې خپل پالونکی يوازې ګڼي او هيڅ نه ورسره شريکوي

وَٱلَّذِينَ يُؤْتُونَ مَآ ءَاتَوا۟ وَّقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَىٰ رَبِّهِمْ رَٰجِعُونَ ﴿٦٠﴾

او هغه کسان چې دخير په کارونو کې کوښښ کوي، او په ښو کړنو الله ته نېږدې کيږي حال داچې وېرېدونکي دي له دې چې الله به يې خيراتونه او ښه کارونه قبول نه کړي کله چې دقيامت په ورځ هغه ته وروګرځي

أُو۟لَـٰٓئِكَ يُسَـٰرِعُونَ فِى ٱلْخَيْرَٰتِ وَهُمْ لَهَا سَـٰبِقُونَ ﴿٦١﴾

هغه کسان چې پر دغو لويو صفتونو متصف دي دښو کارونو خوا ته منډې وهونکي دي او همدوی ور وړاندې کېدونکي دي او له همدې امله له نورو مخکې دي

وَلَا نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا ۖ وَلَدَيْنَا كِتَـٰبٌۭ يَنطِقُ بِٱلْحَقِّ ۚ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿٦٢﴾

او موږ هيڅوک نه مکلفوو مګر څومره عمل چې ترسره کولی شي، او له موږ سره يو داسې کتاب دی چې دهر عمل کوونکي عمل مو پکې ثابت کړی دی، دهغه حق په اړه خبرې کوي چې شک پکې نشته او له هغوی سره به يې دنيکيو په کمولو او بديو په زياتولو سره ظلم ونه شي. مخ ۷ له ۱۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر بل قلوبهم فى غمرة من هذا ولهم أعمل من دون ذلك هم لها عملون

بَلْ قُلُوبُهُمْ فِى غَمْرَةٍۢ مِّنْ هَـٰذَا وَلَهُمْ أَعْمَـٰلٌۭ مِّن دُونِ ذَٰلِكَ هُمْ لَهَا عَـٰمِلُونَ ﴿٦٣﴾

بلکې دکافرانو زړونه له هغه کتاب څخه په غفلت کې دي کوم چې په حق خبره کوي او له هغه کتابه چې پر هغوی نازل شوی دی او هغوی لره له کفر پرته نور اعمال هم شته چې کوونکي يې دي

حَتَّىٰٓ إِذَآ أَخَذْنَا مُتْرَفِيهِم بِٱلْعَذَابِ إِذَا هُمْ يَجْـَٔرُونَ ﴿٦٤﴾

تر دې چې دقیامت په ورځ په سزا ورسوو هغه کسان له دوی چې دنیا کې نعمت پرې شوی و، نو ناڅاپه به دوی په چغو وهلو سر شي مرسته غوښتونکي

لَا تَجْـَٔرُوا۟ ٱلْيَوْمَ ۖ إِنَّكُم مِّنَّا لَا تُنصَرُونَ ﴿٦٥﴾

دالله له رحمت څخه به دناهيله کولو په موخه ورته وويل شي: چېغې مه وهئ او مه په دغه ورځ مرسته غواړئ، ځکه تاسو لره کوم مرسته کوونکی نشته چې دالله له سزا مو وژغوري

قَدْ كَانَتْ ءَايَـٰتِى تُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ فَكُنتُمْ عَلَىٰٓ أَعْقَـٰبِكُمْ تَنكِصُونَ ﴿٦٦﴾

بېشکه دالله دکتاب آيتونه په دنيا کې پر تاسو لوستل کېدل، خو تاسو به دکرکې له امله له هغو مخ اړوونکي وئ کله به مو چې اورېدل. مستكبرين به سمرا تهجرون

مُسْتَكْبِرِينَ بِهِۦ سَـٰمِرًۭا تَهْجُرُونَ ﴿٦٧﴾

دا مو پر خلکو دلويي کوونکو له امله کول، چې ګومان مو کولو تاسو دحرم له خلکو ياست حال داچې تاسو يې اهل نه وئ، ځکه دحرم اهل ځان ساتونکي وي، د هغه په اړه به مو دشپې ناوړه کيسې کولې او درناوی مو يې نه کولو

أَفَلَمْ يَدَّبَّرُوا۟ ٱلْقَوْلَ أَمْ جَآءَهُم مَّا لَمْ يَأْتِ ءَابَآءَهُمُ ٱلْأَوَّلِينَ ﴿٦٨﴾

آيا دغو مشرکانو فکر نه دی کړی چې الله کوم قرآن نازل کړی ددې لپاره چې هغوی ايمان پرې راوړي او پر هغه څه عمل وکړي چې پکې دي، او يا هغه څه ورته راغلي دي چې له هغوی مخکې پخوانيو ته يې نه وو راغلي؛ نو مخ يې ترې واړوه او درواغ يې وګاڼه.. أم لم يعرفوا رسولهم فهم له منكرون

أَمْ لَمْ يَعْرِفُوا۟ رَسُولَهُمْ فَهُمْ لَهُۥ مُنكِرُونَ ﴿٦٩﴾

يا داچې هغوی محمد صلی الله عليه وسلم نه دی پېژندلی چې الله ورلېږلی دی؛ نو ترې نټه کوونکي دي حال دا چې هغه يې پېژندلی دی او دهغه رېښتينولي او امانتداري يې پيژندلې ده

أَمْ يَقُولُونَ بِهِۦ جِنَّةٌۢ ۚ بَلْ جَآءَهُم بِٱلْحَقِّ وَأَكْثَرُهُمْ لِلْحَقِّ كَـٰرِهُونَ ﴿٧٠﴾

بلکې هغوی وايي: چې هغه لېونی دی، بېشکه درواغجن يې وګاڼه خو هغه له داسې حق سره دالله لخوا ورته راغلی دی چې شکه پکې نشته، دهغوی ډېری دحق ناخوښوونکي دي، دخپلو ځانونو لخوا دکينې او خپل باطل تعصب له امله يې بد ګڼونکي دي. مخ ۸ له ۱۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَلَوِ ٱتَّبَعَ ٱلْحَقُّ أَهْوَآءَهُمْ لَفَسَدَتِ ٱلسَّمَـٰوَٰتُ وَٱلْأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ ۚ بَلْ أَتَيْنَـٰهُم بِذِكْرِهِمْ فَهُمْ عَن ذِكْرِهِم مُّعْرِضُونَ ﴿٧١﴾

م عرضون او که الله دهغوی دنفسي غوښتو سره سمې چارې روانې او تدبير کړي، آسمانونه او ځمکه به خراب شي او څه چې پکې دي هغه به هم خراب شي، ځکه هغوی دچارو پر پايلو او سم او ناسم تدبير نه پوهيږي، بلکې موږ هغه ډول راوړي دي چې دهغوی عزت او شرف دی پکې او هغه قرآن دی چې هغوی ترې مخ اړوونکي دي

أَمْ تَسْـَٔلُهُمْ خَرْجًۭا فَخَرَاجُ رَبِّكَ خَيْرٌۭ ۖ وَهُوَ خَيْرُ ٱلرَّٰزِقِينَ ﴿٧٢﴾

ای رسوله! آيا تا له دغو خلکو دهغه څه کومه بدله غوښتې ده چې ورسره راغلی يې، چې هغوی يې دبلنې ردوونکي ګرځولي دي؟ دغه ستا لخوا نه دي شوي؛ نو ستا دپالونکي ثواب او بدله غوره ده ددغو خلکو او نورو له بدلې څخه او هغه پاک ذات تر ټولو غوره روزي ورکوونکی دی. وإ نك لتدعوهم إ لى صرط م ستقيم

وَإِنَّكَ لَتَدْعُوهُمْ إِلَىٰ صِرَٰطٍۢ مُّسْتَقِيمٍۢ ﴿٧٣﴾

او بېشکه ای رسوله! ته خو دغه او نور خلک داسې نېغې لا رې ته رابولې چې هيڅ کوږوالی پکې نشته او هغه داسلام لا ر ده

وَإِنَّ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِٱلْـَٔاخِرَةِ عَنِ ٱلصِّرَٰطِ لَنَـٰكِبُونَ ﴿٧٤﴾

او بېشکه هغه کسان چې پر آخرت او کوم حساب، سزا او ثواب چې آخرت کې دي باور نه لري هغوی داسلام له لا رې نورو داسې کږولا روته کږېدونکي دي چې دوزخ ته رسوونکې دي

۞ وَلَوْ رَحِمْنَـٰهُمْ وَكَشَفْنَا مَا بِهِم مِّن ضُرٍّۢ لَّلَجُّوا۟ فِى طُغْيَـٰنِهِمْ يَعْمَهُونَ ﴿٧٥﴾

او که پر هغوی لورېينه وکړو او هغه وچ کالي او لوږه ترې پورته کړو، لا به له حق څخه په لا رورکۍ کې زياتوالی وکړي، په تردد او حيرانۍ کې به وي

وَلَقَدْ أَخَذْنَـٰهُم بِٱلْعَذَابِ فَمَا ٱسْتَكَانُوا۟ لِرَبِّهِمْ وَمَا يَتَضَرَّعُونَ ﴿٧٦﴾

او بېشکه هغوی مو په ډول ډول کړاونو وازمويل، خو هغوی نه خپل پالونکي ته غاړه کېښوده او نه يې هغه لره عاجزي وکړه، او نه يې په زارۍ الله ته دعا وکړه چې کړاونه ترې پورته کړي دهغو دنازلېدو پر مهال

حَتَّىٰٓ إِذَا فَتَحْنَا عَلَيْهِم بَابًۭا ذَا عَذَابٍۢ شَدِيدٍ إِذَا هُمْ فِيهِ مُبْلِسُونَ ﴿٧٧﴾

آن تردې چې پر هغوی ديوې سختې سزا دروازه ورپرانېزو، هغه مهال پکې له هرې لا رې او خير ناهيلي وي

وَهُوَ ٱلَّذِىٓ أَنشَأَ لَكُمُ ٱلسَّمْعَ وَٱلْأَبْصَـٰرَ وَٱلْأَفْـِٔدَةَ ۚ قَلِيلًۭا مَّا تَشْكُرُونَ ﴿٧٨﴾

ای دبيا ژوندون دروغ ګڼونکو! الله پاک همغه ذات دی چې تاسو ته يې غوږونه درکړي ترڅو پرې واورئ، سترګې يې درکړې ترڅو پرې ووينئ او زړونه يې درکړي ترڅو پرې پوه شئ خو له دې سره تاسو پر دغو نعمتونو لږ شکر وباسئ

وَهُوَ ٱلَّذِى ذَرَأَكُمْ فِى ٱلْأَرْضِ وَإِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ﴿٧٩﴾

او همغه ذات دی ای خلکو! چې تاسو يې په ځمکه کې پيداکړي ياست او دقيامت په ورځ دحساب او بدلې لپاره يوازې هغه ته ورټولول کېږئ. مخ ۹ له ۱۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَهُوَ ٱلَّذِى يُحْىِۦ وَيُمِيتُ وَلَهُ ٱخْتِلَـٰفُ ٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿٨٠﴾

او همغه پاک ذات دی چې ژوندي کوي له هغه پرته بل ژوندی کوونکی نشته او يوازې هغه ذات دی چې مړه کوي له هغه پرته بل مړ کوونکی نشته او يوازې دهغه په توان کې درڼا او تيارې، اوږدوالي او لنډوالي له پلوه دشپې او ورځې اندازه کول دي؛ نو آيا دهغه پرقدرت او په پيدايښت او تدبير کې پر يوازېتوب تاسو نه پوهېږئ

بَلْ قَالُوا۟ مِثْلَ مَا قَالَ ٱلْأَوَّلُونَ ﴿٨١﴾

بلکه دوی خو هماغه څه وایې چې ویلي وپلرونو او مخکنیو ددوی په کفر کې

قَالُوٓا۟ أَءِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًۭا وَعِظَـٰمًا أَءِنَّا لَمَبْعُوثُونَ ﴿٨٢﴾

هغوی دلرې ګڼلو او انکار په ډول وايي: کله چې موږ مړه شو اوخاورې او زاړه هډوکي شو؛ بيا به دحساب لپاره ژوندي را پاڅول کېږو؟!

لَقَدْ وُعِدْنَا نَحْنُ وَءَابَآؤُنَا هَـٰذَا مِن قَبْلُ إِنْ هَـٰذَآ إِلَّآ أَسَـٰطِيرُ ٱلْأَوَّلِينَ ﴿٨٣﴾

بېشکه دغه له مرګ وروسته دبېرته را پاڅولو ژمنه له موږ سره هم وشوه او له دې وړاندې زموږ له اسلافو سره هم شوې وه خو موږ ددغې ژمنې رامنځته کېدل ونه ليدل، خو دا يوازې دپخوانيو باطلې کيسې او دهغوی درواغ دي

قُل لِّمَنِ ٱلْأَرْضُ وَمَن فِيهَآ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿٨٤﴾

ورته ووايه ای رسوله! دغو له بيا پاڅېدو څخه نټه کوونکو کفاروته: چا لره دي دغه ځمکه او څه چې پرهغې کې دي که چېرې تاسوه لره پوهه وي؟

سَيَقُولُونَ لِلَّهِ ۚ قُلْ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ﴿٨٥﴾

ژر به هغوی ووايي: ځمکه او څه چې پرځمکه دي الله لره دي؛ نو ورته ووايه: آيا له دې پند نه اخلئ چې ځمکه او څوک چې پرې دي هغه لره دي، هغه مو له مرګ وروسته پر بيا ژوندي کولو قادر دی؟

قُلْ مَن رَّبُّ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ ٱلسَّبْعِ وَرَبُّ ٱلْعَرْشِ ٱلْعَظِيمِ ﴿٨٦﴾

هغوی ته ووايه: داوو آسمانونو رب څوک دی؟ او دهغه لوی عرش رب څوک دی چې تر هغو لوی مخلوق شتون نه لري؟

سَيَقُولُونَ لِلَّهِ ۚ قُلْ أَفَلَا تَتَّقُونَ ﴿٨٧﴾

ژر به هغوی ووايي: داوو آسمانونو او لوی عرش څښتن الله دی؛ نو ورته ووايه: آيا له الله څخه دهغه داوامرو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه په ډډه کولو نه وېرېږئ تر څو دهغه له سزا خوندي شئ؟. قل من بيده ملكوت كل شىء وهو يجير ولا يجار عليه إن كنتم تعلمون

قُلْ مَنۢ بِيَدِهِۦ مَلَكُوتُ كُلِّ شَىْءٍۢ وَهُوَ يُجِيرُ وَلَا يُجَارُ عَلَيْهِ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿٨٨﴾

ورته ووايه: څوک دی هغه ذات چې دهرڅه واکمني يې په لا س کې ده، دهغه له واکمنۍ هيڅ نه دي وتلي، هغه له خپلو بندګانو چې چاته وغواړي مرسته يې کوي او چاته چې دبدۍ اراده وکړي څوک يې مخه نه شي نيولی چې عذاب ترې لرې کړي، که چېرې تاسو لره پوهه وي؟. مخ ۱۰ له ۱۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

سَيَقُولُونَ لِلَّهِ ۚ قُلْ فَأَنَّىٰ تُسْحَرُونَ ﴿٨٩﴾

ژر به هغوی ووايي: دهر څه واکمني دالله پاک په لا س کې ده، ورته ووايه: نوڅنګه مو عقلونه له منځه ځي او پردې له اقرار سربېره دنورو عبادت کوئ؟!

بَلْ أَتَيْنَـٰهُم بِٱلْحَقِّ وَإِنَّهُمْ لَكَـٰذِبُونَ ﴿٩٠﴾

امر داسې نه دی لکه هغوی يې چې دعوی کوي، بلکې موږ هغه حق ورته راوړی چې شک پکې نشته او هغوی هرومرو الله لره دشريک او زوی په دعوی کې درواغجن دي، الله ډېرلوړ دی دهغوی له وينا څخه

مَا ٱتَّخَذَ ٱللَّهُ مِن وَلَدٍۢ وَمَا كَانَ مَعَهُۥ مِنْ إِلَـٰهٍ ۚ إِذًۭا لَّذَهَبَ كُلُّ إِلَـٰهٍۭ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلَا بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍۢ ۚ سُبْحَـٰنَ ٱللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ ﴿٩١﴾

الله څوک زوی نه دی نيولی لکه څنګه چې کفارګومان کوي او نه له هغه سره په حقه بل معبود شته، که داسې وی چې له هغه سره په حقه بل معبود وی، هرومرو به هر معبود له مخلوق څخه له خپلې هغې برخې سره تللی وچې پيداکړې يې ده او يو پر بل به برلاسي شوي وی؛ دنړۍ نظام به فاسد شوی وی، خو حقيقت دا دی چې له دې څخه هيڅ هم نه دي واقع شوي؛ نو دا پر دې دلالت کوي چې پر حقه معبود یو دی او هغه يوازې الله دی، پاک او سپېڅلی دی له هغه څه څخه چې مشرکان يې ورته بيانوي او دزوی او شريک وړ نه دی

عَـٰلِمِ ٱلْغَيْبِ وَٱلشَّهَـٰدَةِ فَتَعَـٰلَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿٩٢﴾

پر هر هغه څه پوه دی چې له مخلوق پټ دي او پر هر هغه څه هم پوه دی چې ليدل کيږي او په حواسو درک کيږي، پر هغه له دغو شيانو هيڅ هم پټ نه دي؛ نو هغه پاک ذات لوړ دی له دې چې هغه لره دې کوم شريک وي. قل ر ب إم اترينى ما يوعدون

قُل رَّبِّ إِمَّا تُرِيَنِّى مَا يُوعَدُونَ ﴿٩٣﴾

ووايه: ای رسوله! ای زما پالونکيه! که په دغو مشرکانو کې هغه سزا را ووينې چې ژمنه يې ورسره کيږي

رَبِّ فَلَا تَجْعَلْنِى فِى ٱلْقَوْمِ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٩٤﴾

ای زما پالونکيه! که چېرې هغوی ته سزا ورکړې او زه ددغه شاهد وم؛ نو ما له هغوی څخه مه ګرځوه چې ما ته هغه مصيبت را ورسيږي کوم چې هغوی ته ورسيږي

وَإِنَّا عَلَىٰٓ أَن نُّرِيَكَ مَا نَعِدُهُمْ لَقَـٰدِرُونَ ﴿٩٥﴾

او بېشکه موږ پردې قادر يو چې له هغوی سره مو دکومې سزا ژمنه کړې تا داسې وګرځوو چې مشاهده يې کړې او ويې وينې، نه له دې څخه بې وسې يو او نه له نورو څخه

ٱدْفَعْ بِٱلَّتِى هِىَ أَحْسَنُ ٱلسَّيِّئَةَ ۚ نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَصِفُونَ ﴿٩٦﴾

ای رسوله! څوک چې بدي درسره کوي هغه ته په غوره عادت ځواب ورکوه، دا چې ترې تېرېږه او په آزار يې زغم کوه، موږ پر هغه شرک او تکذيب ډېر ښه پوهېږو چې هغوی يې بيانوي او يا يې تاته بيانوي چې وړ دې نه دي لکه جادو او لېونتوب

وَقُل رَّبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنْ هَمَزَٰتِ ٱلشَّيَـٰطِينِ ﴿٩٧﴾

او ووايه: ای زما پالونکيه! په تا پناه غواړم دشيطانانو له چونګارو او وسوسو څخه. مخ ۱۱ له ۱۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر وأعوذ بك رب أن يحضرون

وَأَعُوذُ بِكَ رَبِّ أَن يَحْضُرُونِ ﴿٩٨﴾

او پر تا پناه غواړم ای زما پالونکيه له دې چې زما په چارو کې هغوی ماته راشي

حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءَ أَحَدَهُمُ ٱلْمَوْتُ قَالَ رَبِّ ٱرْجِعُونِ ﴿٩٩﴾

آن تردې چې کله له دغو مشرکانو څخه يوه ته مرګ راشي او څه چې پرې نازليږي هغه وويني؛ نو په خپل ژوند کې چې څه ترې پاتې شوي يا يې دالله پر وړاندې کومه کوتاهي کړې وي دپښېمانۍ په ډول وايي: ای زما پالونکيه بېرته مې ددنيا ژوند ته وګرځوه

لَعَلِّىٓ أَعْمَلُ صَـٰلِحًۭا فِيمَا تَرَكْتُ ۚ كَلَّآ ۚ إِنَّهَا كَلِمَةٌ هُوَ قَآئِلُهَا ۖ وَمِن وَرَآئِهِم بَرْزَخٌ إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ ﴿١٠٠﴾

کېدای شي زه غوره کار وکړم، کله چې ورته را وګرځم، هيڅکله نه، چاره به داسې نه وي لکه هغه يې چې غوښتنه کوي، هغه يوازې داسې تورې دي چې هغه يې ويونکی دی، که دنيا ته را وګرځول هم شي؛ نو کړې ژمنه به پوره نه کړي او دغه مړ شوي به ددنيا او آخرت تر منځ په يو مانع کې پاتې شي، دبېرته را ژوندي کېدلو او را پورته کېدلو تر ورځې پورې، دنيا ته به ترې را نشي تر څو دهغه څه تلافي وکړي کوم چې ترې پاتې دي او يا هغه څه سم کړي چې خراب کړي يې دي

فَإِذَا نُفِخَ فِى ٱلصُّورِ فَلَآ أَنسَابَ بَيْنَهُمْ يَوْمَئِذٍۢ وَلَا يَتَسَآءَلُونَ ﴿١٠١﴾

کله چې دپوکولو لپاره ګومارل شوې پرېښته په ښکر کې ددويم ځل لپاره دقيامت اعلانوونکی پوکی وکړي؛ نو دهغوی تر منځ به نه هغه نسبونه وي چې يو پر بل پرې وياړي ځکه دآخرت سختيو به بوخت کړي وي او نه به ځينې له ځينو څخه پوښتنې کوي پر هغه څه دبوختيا له امله چې غمجنوي يې

فَمَن ثَقُلَتْ مَوَٰزِينُهُۥ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ ﴿١٠٢﴾

نو دچا چې تلې پر بديو دنېکيو دزياتوالي له امله درنې شوې همدغه خلک بريالي دي چې خپله موخه يې ترلاسه کړه او له هغه څه څخه لرې کړی شول چې ترې وېرېدل

وَمَنْ خَفَّتْ مَوَٰزِينُهُۥ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ خَسِرُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ فِى جَهَنَّمَ خَـٰلِدُونَ ﴿١٠٣﴾

او دچاچې پر نېکيو دبديو دزياتوالي له امله تلې سپکې شي؛ نو همدوی هغه کسان دي چې خپل ځانونه يې دهغه څه په ترسره کولو چې زيان ورته رسوي او هغه ايمان او نېک عمل په پرېښودلو چې ګټه ورته رسوي ضايع کړي دي؛ نو هغوی په اور کې اوسېدونکي وي چې نه به ترې اېستل کيږي

تَلْفَحُ وُجُوهَهُمُ ٱلنَّارُ وَهُمْ فِيهَا كَـٰلِحُونَ ﴿١٠٤﴾

اور به يې مخونه سوځوي او په اور کې به يې سربېره اولا ندې شونډې دسختې تروشۍ له امله له غاښونو سره راټولې شي. ألم تكن ءايتى تتل عليكم فكنتم بها تكذبون

أَلَمْ تَكُنْ ءَايَـٰتِى تُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ فَكُنتُم بِهَا تُكَذِّبُونَ ﴿١٠٥﴾

دهغوی درټلو لپاره به ورته وويل شي: آيا په دنيا کې پر تاسو دقران آيتونه نه لوستل کېدل چې تاسو يې درواغ ګڼونکي واست؟!

قَالُوا۟ رَبَّنَا غَلَبَتْ عَلَيْنَا شِقْوَتُنَا وَكُنَّا قَوْمًۭا ضَآلِّينَ ﴿١٠٦﴾

هغوی به وايي: ای زموږ پالونکيه! ستا په پخوانۍ پوهه کې پرموږ مو خپله بدمرغي برلاسې شوې وه او موږ له حق څخه لا ر ورکی قوم وو. مخ ۱۲ له ۱۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

رَبَّنَآ أَخْرِجْنَا مِنْهَا فَإِنْ عُدْنَا فَإِنَّا ظَـٰلِمُونَ ﴿١٠٧﴾

ای زموږ پالونکيه! له اوره مو وباسه، که بيا هغه کفر اولا رورکۍ ته وروګرځېدو چې پرې وو؛ نو موږ به هرومرو پر خپلو ځانونو تېری کوونکي وو، پرته له شکه عذر به مو پای ته رسېدلی وي

قَالَ ٱخْسَـُٔوا۟ فِيهَا وَلَا تُكَلِّمُونِ ﴿١٠٨﴾

الله به ووايي: ذليله او سپک په اور کې واوسئ او له ما سره خبرې مه کوئ

إِنَّهُۥ كَانَ فَرِيقٌۭ مِّنْ عِبَادِى يَقُولُونَ رَبَّنَآ ءَامَنَّا فَٱغْفِرْ لَنَا وَٱرْحَمْنَا وَأَنتَ خَيْرُ ٱلرَّٰحِمِينَ ﴿١٠٩﴾

بېشکه زما له بندګانو يوه ډله هغه کسان وو چې پرما يې ايمان راوړی وو ويل يې: ای زموږ پالونکيه! پر تا مو ايمان راوړی؛ نو زموږ دګناهونو بخښنه راته وکړه او په خپله لورېينه را باندې رحم وکړه او ته ترټولو غوره بخښونکی يې

فَٱتَّخَذْتُمُوهُمْ سِخْرِيًّا حَتَّىٰٓ أَنسَوْكُمْ ذِكْرِى وَكُنتُم مِّنْهُمْ تَضْحَكُونَ ﴿١١٠﴾

نو تاسو دغه خپل رب ته بلونکي مومنان داسې دملنډو محل وګرځول چې پر هغوی مو مسخرې کولې او ملنډې مو پرې وهلې تردې چې پر هغوی دملنډو وهلو د بوختيا له امله مو خپل ځانونه زما له يادولو هېر کړل او تاسو دمسخرو او ملنډو په توګه پر هغوی پورې خندل

إِنِّى جَزَيْتُهُمُ ٱلْيَوْمَ بِمَا صَبَرُوٓا۟ أَنَّهُمْ هُمُ ٱلْفَآئِزُونَ ﴿١١١﴾

بېشکه دغو مومنانو ته مې دقيامت په ورځ پر جنت دبريا بدله ورکړه، دالله پر پيروۍ دهغوی دصبر او هغه آزار له امله چې له تاسو څخه ورته رسېده

قَـٰلَ كَمْ لَبِثْتُمْ فِى ٱلْأَرْضِ عَدَدَ سِنِينَ ﴿١١٢﴾

الله به وفرمايي: څومره کاله تاسو په ځمکه کې وئ؟ او څومره وخت مو ضايع کړ؟

قَالُوا۟ لَبِثْنَا يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍۢ فَسْـَٔلِ ٱلْعَآدِّينَ ﴿١١٣﴾

هغوی به په خپله وينا ځواب ورکړي: موږ يوه ورځ يا دورځې څه برخه پاتې شوي يو، نو له هغو خلکو څخه پوښتنه وکړه چې دورځو او مياشتو حساب نيسي

قَـٰلَ إِن لَّبِثْتُمْ إِلَّا قَلِيلًۭا ۖ لَّوْ أَنَّكُمْ كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿١١٤﴾

وبه وايي: تاسو په دنيا کې يوازې لږ وخت پاتې شوي ياست چې پر پيروۍ صبر کول پکې آسانه وکه چېرې تاسو دخپل پاتې کېدلو پر اندازه پوهېدلئ. أفحسبتم أ نما خلقنكم عبثا وأ نكم إ لينا لا ترجعون

أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَـٰكُمْ عَبَثًۭا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ ﴿١١٥﴾

نو آيا ای خلکو! تاسو دا ګومان کوئ چې موږ پرته له حکمته تاسو هسې چټي پيداکړي ياست، دڅارويو غوندې نه ثواب او سزا شتون لري، او نه به دقيامت په ورځ دحساب او بدلې لپاره زموږ خواته راګرځول کېږئ؟!. مخ ۱۳ له ۱۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

فَتَعَـٰلَى ٱللَّهُ ٱلْمَلِكُ ٱلْحَقُّ ۖ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ رَبُّ ٱلْعَرْشِ ٱلْكَرِيمِ ﴿١١٦﴾

نو الله پاک دی، پاچا دی او څه ډول چې وغواړي په خپل مخلوق کې تصرف کوونکی دی، همغه حق دی، ژمنه يې حق ده، وينا يې حق ده، له هغه پرته بل په حقه لمانځلی نشته، دهغه عزتمن عرش څښتن دی چې تر ټولو مخلوقاتو لوی دی او څوک چې تر ټولو دلوی مخلوق پالونکی وي هغه دټولو پالونکی هم وي

وَمَن يَدْعُ مَعَ ٱللَّهِ إِلَـٰهًا ءَاخَرَ لَا بُرْهَـٰنَ لَهُۥ بِهِۦ فَإِنَّمَا حِسَابُهُۥ عِندَ رَبِّهِۦٓ ۚ إِنَّهُۥ لَا يُفْلِحُ ٱلْكَـٰفِرُونَ ﴿١١٧﴾

څوک چې له الله سره بل معبود رابولي چې دعبادت پر وړتيا يې کوم دليل هم ورسره نه وي ( او له الله پرته دبل هر معبود همدغه حال دی)؛ نو دهغه دبد عمل بدله به دهغه له پالونکي سره وي، همغه ذات به دسزا بدله ورکړي، بېشکه کافران نه بريالي کيږي دهغه څه په ترلاسه کولو سره چې غواړي يې او نه له هغه څه څخه په ژغورنه چې ترې وېرېږي

وَقُل رَّبِّ ٱغْفِرْ وَٱرْحَمْ وَأَنتَ خَيْرُ ٱلرَّٰحِمِينَ ﴿١١٨﴾

او ووايه: ای رسوله! ای زما ربه زما دګناهو بخښنه راته وکړه او په خپله لورېينه را باندې ورحمېږه او ته غوره هغه څوک يې چې پر ګناهکاره رحمېږې او توبه يې قبلوې. مخ ۱۴ له ۱۴ moc.hgelp

زده کړه · المؤمنون — Al-Muminoon

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې