کورتفسیرالحج (٢٢)

تفسیر الحج — Al-Hajj (22)

مدني · ٧٨ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱتَّقُوا۟ رَبَّكُمْ ۚ إِنَّ زَلْزَلَةَ ٱلسَّاعَةِ شَىْءٌ عَظِيمٌۭ ﴿١﴾

ای خلکو! ووېرېږئ دخپل رب څخه په عملي کولو دهغه څه چې تاسې ته يې پرې امر کړی، او په ځان ساتلو سره دهغه څه نه چې تاسې یې ترې منعه کړي یاست، بېشکه هغه څه چې دقیامت دراتللو سره به یوځای وي دزلزلې دځمکې او نورو سختو حالاتو څخه یقېنا ډیر لوی کار دی، لا زم دي تیاری کول دې لره په هغه عمل چې الله تعالی خوشحاله کوي

يَوْمَ تَرَوْنَهَا تَذْهَلُ كُلُّ مُرْضِعَةٍ عَمَّآ أَرْضَعَتْ وَتَضَعُ كُلُّ ذَاتِ حَمْلٍ حَمْلَهَا وَتَرَى ٱلنَّاسَ سُكَـٰرَىٰ وَمَا هُم بِسُكَـٰرَىٰ وَلَـٰكِنَّ عَذَابَ ٱللَّهِ شَدِيدٌۭ ﴿٢﴾

ى په کومه ورځ چې وبه وینئ تاسې دا زلزله غافله به شي هره یوه پۍ ورکوونکي ښځه دخپل بچي نه، او وبه غورځوي هره یوه حامله زنانه خپل حمل لره دډېرې وېرې د وجې، او وېنې به ته خلکو لره دهغوی دعقلونو دلاسه ورکولو له کبله دنشیانو په شان ددغه ځای او حالاتو دسختې وېرې له وجې، او دوی به دشرابو دڅښولو له امله نشه نه وي، بلکې عذاب دالله تعالی ډېر سخت دی، نو دالله تعالی عذاب ددوی نه عقلونه ورک کړي

وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يُجَـٰدِلُ فِى ٱللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍۢ وَيَتَّبِعُ كُلَّ شَيْطَـٰنٍۢ مَّرِيدٍۢ ﴿٣﴾

او ځېني دخلکو نه هغه دي چې جګړه کوي دالله تعالی په قدرت کې په راژوندي کولو دمړو پرته له کوم دلېل نه چې دوی سره وي، او تابعداري کوي په خپله عقېده او وینا کې دهر یو شیطان چې سرکش وي دخپل رب دحکم نه، او دهر یو ګمراه مشر

كُتِبَ عَلَيْهِ أَنَّهُۥ مَن تَوَلَّاهُ فَأَنَّهُۥ يُضِلُّهُۥ وَيَهْدِيهِ إِلَىٰ عَذَابِ ٱلسَّعِيرِ ﴿٤﴾

مقرر کړی شوې په دې سرکښ انسي او جني شیطان باندې چې یقېنا چا چې دده تابعداري وکړه، او دده خبره یې ومنله نو خامخا به یې دحق له لا رې څخه بې لا رې کوي، او عذاب داور ته به یې رسوي دهغه دکفر او ګناهونو په وجه

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِن كُنتُمْ فِى رَيْبٍۢ مِّنَ ٱلْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَـٰكُم مِّن تُرَابٍۢ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍۢ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍۢ ثُمَّ مِن مُّضْغَةٍۢ مُّخَلَّقَةٍۢ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍۢ لِّنُبَيِّنَ لَكُمْ ۚ وَنُقِرُّ فِى ٱلْأَرْحَامِ مَا نَشَآءُ إِلَىٰٓ أَجَلٍۢ مُّسَمًّۭى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًۭا ثُمَّ لِتَبْلُغُوٓا۟ أَشُدَّكُمْ ۖ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّىٰ وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَىٰٓ أَرْذَلِ ٱلْعُمُرِ لِكَيْلَا يَعْلَمَ مِنۢ بَعْدِ عِلْمٍۢ شَيْـًۭٔا ۚ وَتَرَى ٱلْأَرْضَ هَامِدَةًۭ فَإِذَآ أَنزَلْنَا عَلَيْهَا ٱلْمَآءَ ٱهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنۢبَتَتْ مِن كُلِّ زَوْجٍۭ بَهِيجٍۢ ﴿٥﴾

ای خلکو! که چېرته تاسې سره شک وي زمونږ په قدرت باندې ستاسې په بېرته راژوندي کولو باندې، نو تاسې فکر وکړئ په خپل پيدایښت کې؛ نو بېشکه مونږ ستاسې پلار آدم دخاورې نه پیداکړی و، بیا مو دهغه اولاده دهغه څاڅکي دمنۍ نه پیداکړه چې سړي یې دښځي په رحم (بچې دانې) کې اچوي، بیا دا څاڅکی دمنۍ بدل شي په کلکه وېنه باندې، بیا دا کلکه وینه دغوښي په ټوټې باندې بدله شي لکه دکرپندوکي په شان، بیا دغوښې دا ټوټه بدله شي؛ یا په پوره برابر پيدایښت باندې او یا پاتي شي په رحم (بچې دانۍ) کې تر دې چې هغه ژوندی بچی راووځي، او یا بدل شي ناقص شکل ته او رحم (بچه دانه) یې وغورځوي؛ دا د دې لپاره چې بیان کړو مونږ تاسې ته زمونږ قدرت په پیداکولو ستاسې کې په پی درپی ډول، او مونږ پرېږدو په بچه دانو کې هغه چې مونږ یې وغواړو دبچو نه تر دې چې پیداشي په نېټه مقرره کې چې هغه نهه میاشتې دي، بیا مو مونږ راوباسو دخېټو دمېندو ستاسې نه واړه واړه بچي، بیا تر دې چې تاسې ورسېږئ پوره والي دقوت او عقل ته، او ځېنې ستاسې څخه هغه دي چې ددې نه مخکې مړه شي، او ځېني ستاسې نه هغه څوک دي ژوند کوي تر دې چې دزوړوالي عمر ته ورسېږي داسې چې قوت او عقل دواړه یې کمزوري شي، تر دې چې دماشوموالي دحال نه هم ډیر بدتر شي، نه پوهېږي په هغه څه چې دی پرې مخکې پوهېده، او وینې به ته زمکې لره وچه چې هیڅ بوټي پکې نه وي، نو کله چې مونږ په دې باندې دباران اوبه راووروو نو کولاو شي ځمکه دبوټو نه، او را اوچته شي په سبب دراټوکېدلو د بوټو دهغې، او راوباسي (رازرغون کړي) دهر یو قسم دښایسته شکل والا بوټي نه. مخ ۱ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْحَقُّ وَأَنَّهُۥ يُحْىِ ٱلْمَوْتَىٰ وَأَنَّهُۥ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۭ ﴿٦﴾

دا کوم بیان چې مونږ تاسې ته وکړ -ستاسې دپیداېښت شروع کېدل او دهغه پۍ درپۍ احوال دي، او احوال دهغه چا چې ستاسې نه پیداکېږی- دا ددې لپاره چې تاسې یقین وکړئ چې بېشکه هغه الله تعالی چې تاسې یې پیداکړي یاست هغه حق ذات دی چې هیڅ شک پکې نشته، په خلاف دهغو بوتانو چې تاسې یې بندګي کوئ، او ددې لپاره چې تاسې ایمان او یقین ولرئ چې بېشکه الله تعالی مړي ژوندي کوي، او بېشکه هغه په هر څه باندې قدرت لرونکی دی، هیڅ شی یې نشي عاجز کولی

وَأَنَّ ٱلسَّاعَةَ ءَاتِيَةٌۭ لَّا رَيْبَ فِيهَا وَأَنَّ ٱللَّهَ يَبْعَثُ مَن فِى ٱلْقُبُورِ ﴿٧﴾

او ددې لپاره چې تاسې ایمان او یقېن ولرئ چې بېشکه قیامت خامخا راتلونکی دی دهغه په راتګ کې هیڅ شک نشته، او بېشکه الله تعالی راژوندي کوي مړي د خپلو قبرونو نه ددې لپاره چې دهغوی په عملونو بدلې ورکړي

وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يُجَـٰدِلُ فِى ٱللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍۢ وَلَا هُدًۭى وَلَا كِتَـٰبٍۢ مُّنِيرٍۢ ﴿٨﴾

او ځېني له کافرانو څخه هغه دي چې جکړه کوي دالله تعالی دتوحېد باره کې، پرته له څه داسې پوهې نه چې دوی پرې حق ته ورسېږي، او پغیر دتابعدارۍ دیولا رښود نه چې دوی ته دا توحېد وروښايي، او نه کتاب رڼا کوونکی چې دوی ته دالله تعالی له طرفه راغلی وي نو دوی هغه ته ورسوي

ثَانِىَ عِطْفِهِۦ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ ۖ لَهُۥ فِى ٱلدُّنْيَا خِزْىٌۭ ۖ وَنُذِيقُهُۥ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ عَذَابَ ٱلْحَرِيقِ ﴿٩﴾

اړوونکي وي خپل څټ لره دلويۍ دوجې ددې لپاره چې خلک واړوي دایمان نه او دننوتلو نه دالله تعالی په دین کې، نو دا چې دچا صفت وي دهغه لپاره ذلالت دی په دنیا کې دهغې سزا له وجې چې دې ته به رسېږي، او وبه څکوو مونږ دې ته په اخرت کې عذاب داور؛ سوځوونکی

ذَٰلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ يَدَاكَ وَأَنَّ ٱللَّهَ لَيْسَ بِظَلَّـٰمٍۢ لِّلْعَبِيدِ ﴿١٠﴾

او وېلی کیږي به دې ته: دا عذاب چې تا وڅکه دهغه کفر او ګناه په وجه دی چې تا کړي، او الله تعالی خپل هیڅ یو بنده ته سزا نه ورکوي مګر په ګناه سره

وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَعْبُدُ ٱللَّهَ عَلَىٰ حَرْفٍۢ ۖ فَإِنْ أَصَابَهُۥ خَيْرٌ ٱطْمَأَنَّ بِهِۦ ۖ وَإِنْ أَصَابَتْهُ فِتْنَةٌ ٱنقَلَبَ عَلَىٰ وَجْهِهِۦ خَسِرَ ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةَ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلْخُسْرَانُ ٱلْمُبِينُ ﴿١١﴾

او ځېني له خلکو هغه دي چې ګډوډ وي په شک باندې دالله تعالی بندګي کوي، نو که ورسېږي دوی ته څه خیر دصحت او مالدارۍ نه نو په خپل اېمان او بندګۍ پاتي شي، او که ورسېږي دوی ته څه ازمېښت په مرض او یا ولږې سره نو په خپل دین باندې بد فالي نېسي نو دهغه نه بېرته وګرځي، تاواني شوه دنیا دده، نو نه زیاتوي ده لره کفر ددې څه نصېب او برخه ددنیا نه کوم چې دې لره په تقدير کې نه وي لېکل شوي، او اخرت یې هم تاواني کړ دهغه عذاب په وجه چې دا به ورسره مخامخ کېږي، بېشکه دا دی تاوان ښکاره

يَدْعُوا۟ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَضُرُّهُۥ وَمَا لَا يَنفَعُهُۥ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلضَّلَـٰلُ ٱلْبَعِيدُ ﴿١٢﴾

بندګي کوي پغېر دالله تعالی نه دداسې بوتانو چې که څوک یې نافرماني وکړي ضرر ورته نشي رسولی، او که تابعداري یې وکړي فاېده ورته نشي رسولی، دا رابلل او بندګي کول دداسې بوتانو چې نه چا ته ضرر رسولی شي او نه چا ته فاېده رسولی شي همدا ګمراهي ده ډېره لرې دحق نه

يَدْعُوا۟ لَمَن ضَرُّهُۥٓ أَقْرَبُ مِن نَّفْعِهِۦ ۚ لَبِئْسَ ٱلْمَوْلَىٰ وَلَبِئْسَ ٱلْعَشِيرُ ﴿١٣﴾

رابلي دا کافر کوم چې دبوتانو بندګي کوي هغه څوک چې واقعي ضرر دهغه ډیر نږدی دی دهغه دورکې فاېدې نه، یقېنا ډیر بد دی هغه معبود چې ضرر یې د فاېدې نه ډیر نږدې دی، ډیر بد دی دا مددګار دهغه چا چې مدد ترې غواړي، او ډیر بد ملګری دی دهغه چا چې ملګرتیا ورسره کوي. مخ ۲ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

إِنَّ ٱللَّهَ يُدْخِلُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ جَنَّـٰتٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ يَفْعَلُ مَا يُرِيدُ ﴿١٤﴾

بېشکه ننباسي الله تعالی هغه کسان چې په هغه یې اېمان راوړی او نېک عملونه یې کړي جنتونو ته چې بهېږي به لا ندې دماڼېو دهغه ویالې، بېشکه الله تعالی کوي هغه څه چې غواړي؛ رحم کوي په چا چې رحم کول وغواړي دخپل رحمت نه، او سزا ورکوي چا ته چې سزا ورکول وغواړي، هیڅوک په هغه باندې زور اچوونکي نشته

مَن كَانَ يَظُنُّ أَن لَّن يَنصُرَهُ ٱللَّهُ فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةِ فَلْيَمْدُدْ بِسَبَبٍ إِلَى ٱلسَّمَآءِ ثُمَّ لْيَقْطَعْ فَلْيَنظُرْ هَلْ يُذْهِبَنَّ كَيْدُهُۥ مَا يَغِيظُ ﴿١٥﴾

كيده ما يغيظ هر هغه څوک چې ګومان کوي چې یقېنا الله تعالی به دخپل پېغمبر محمد -صلی الله علیه وسلم- مدد ونه کړي په دنیا او اخرت کې نو بس دا دې دخپل کور چت ته یوه رسۍ اوږده کړي، بیا دې پرې ځان زندۍ (غرغره) کړي چې دد نیا دځمکې نه ختم شي، بیا دې وګوري چې ایا دا کار بوځي ددې هغه غوصه چې په دې کې وه، نو خامخا الله تعالی دخپل پېغمبر مدد کوونکی دی، که دا عنادي حسدګر وغواړي او که ویې نه غواړي

وَكَذَٰلِكَ أَنزَلْنَـٰهُ ءَايَـٰتٍۭ بَيِّنَـٰتٍۢ وَأَنَّ ٱللَّهَ يَهْدِى مَن يُرِيدُ ﴿١٦﴾

او لکه څرنګه چې مونږ تاسې ته ښکاره دلېلونه بیان کړل په بېرته راژوندي کولو باندې همدارنګه مونږ نازل کړی په محمد -صلی الله علیه وسلم- باندې قرآن دښکاره دلېلونو والا، او بېشکه الله تعالی توفېق ورکوي چا لره چې وغواړي په خپلې مهربانۍ سره دهدایت او نیکۍ لا رې ته

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَٱلَّذِينَ هَادُوا۟ وَٱلصَّـٰبِـِٔينَ وَٱلنَّصَـٰرَىٰ وَٱلْمَجُوسَ وَٱلَّذِينَ أَشْرَكُوٓا۟ إِنَّ ٱللَّهَ يَفْصِلُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ شَهِيدٌ ﴿١٧﴾

ى بېشکه هغه کسان چې په الله تعالی یې اېمان راوړی ددې امت نه، او یهودیان او صابئېن (دا دځېنو پېغمبرانو دتابعدارانو یو ډله ده)، او نصرانیان، او اور پرستان، او بوت پرستان، خامخا الله تعالی به فېصله وکړي ددوی ترمنځ دقیامت په ورځ نو ننباسي به مومنان جنت ته، او دا نور ټول به جهنم ته ننباسي، بېشکه الله تعالی ګواهي کوونکی (خبر دی) دخپلو بندګانو په ټولو ویناګانو او کړنو باندې، په هغه باندې ددوی څخه هیڅ شی هم پټ نشي پاتي کېدلی، او خامخا به ورله پرې بدلې ورکړي

أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ يَسْجُدُ لَهُۥ مَن فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَن فِى ٱلْأَرْضِ وَٱلشَّمْسُ وَٱلْقَمَرُ وَٱلنُّجُومُ وَٱلْجِبَالُ وَٱلشَّجَرُ وَٱلدَّوَآبُّ وَكَثِيرٌۭ مِّنَ ٱلنَّاسِ ۖ وَكَثِيرٌ حَقَّ عَلَيْهِ ٱلْعَذَابُ ۗ وَمَن يُهِنِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِن مُّكْرِمٍ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ يَفْعَلُ مَا يَشَآءُ ۩ ﴿١٨﴾

آیا ته نه وېنې -ای پېغمبره- چې بېشکه الله تعالی چې دی سجده کوي هغه ته سجده دتابعدارۍ ټول هغه څوک چې په آسمانونو کې دي دملاېکو نه، او هغه څوک چې په زمکه کې دي دانسي او جني مومنانو څخه، او لمر ورته هم سجده کوي، او سپوږمۍ ورته هم سجده کوي، او ستوري ورته په آسمانونو کې سجده کوي، او غرونه او ونې او زنده سر ورته په زمکه کې سجده کوي؛ سجده دغاړي کېښودلو، او سجده ورته کوي ډېر دخلکو نه سجده دبندګۍ او تابعدارۍ، او ډیر دخکلو نه ځان بندوي هغه ته دتابعدارۍ دسجدې نه، نو په دوی باندې لا زم شوی عذاب دالله تعالی ددوی دکفر په وجه، او هر هغه څوک چې الله تعالی پرې دهغه کفر له وجې دذلت او سپکوالي فېصله وکړي نو هیڅوک داسې نشته چې دهغه عزت وکړي، بېشکه الله تعالی کوي چې څه وغواړي، هیڅوک په هغه باندې زور اچوونکی نشته

۞ هَـٰذَانِ خَصْمَانِ ٱخْتَصَمُوا۟ فِى رَبِّهِمْ ۖ فَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ قُطِّعَتْ لَهُمْ ثِيَابٌۭ مِّن نَّارٍۢ يُصَبُّ مِن فَوْقِ رُءُوسِهِمُ ٱلْحَمِيمُ ﴿١٩﴾

دا دوه ډلې دي جګړه کوونکي دي دخپل رب باره کې؛ کومه یوه ددې دواړو ډلو څخه په حقه ده: داېمان والا ډله، او که دکفر والا ډله؛ نو دکفر والا باندې به مخ ۳ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر اور داسې راتاو شي لکه جامې (کالي) چې په اغوستونکي باندې راتاو شوې وي، او اړول کېږي به ددوی دسرونو دپاسه اوبه سرې ایشېدلې

يُصْهَرُ بِهِۦ مَا فِى بُطُونِهِمْ وَٱلْجُلُودُ ﴿٢٠﴾

په دې اوبو سره به ويلي شي هغه څه چې ددوی په کولمو کې به وي دډېر ګرموالي له وجې او ددوی پوستکو ته به هم ورسېږي نو هغه به هم ويلي کړي. ولهم م قمع من حديد

وَلَهُم مَّقَـٰمِعُ مِنْ حَدِيدٍۢ ﴿٢١﴾

او دوی لره به په اور کې داوسپنو ګورزونه (څټکي) وي ملاېکې به ورله پرې سرونه وهي

كُلَّمَآ أَرَادُوٓا۟ أَن يَخْرُجُوا۟ مِنْهَا مِنْ غَمٍّ أُعِيدُوا۟ فِيهَا وَذُوقُوا۟ عَذَابَ ٱلْحَرِيقِ ﴿٢٢﴾

هر کله چې دوی کوشش وکړي داور نه دوتلو دهغو سختو عذابونو دوجې چې دوی به ورسره په دې کې مخامخ کېږي بېرته به وګرځول شي دوی دې اور ته، او دوی ته به ووېل شي: وڅکئ عذاب داور سوځونکي

إِنَّ ٱللَّهَ يُدْخِلُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ جَنَّـٰتٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِن ذَهَبٍۢ وَلُؤْلُؤًۭا ۖ وَلِبَاسُهُمْ فِيهَا حَرِيرٌۭ ﴿٢٣﴾

او دایمان والا ډله هغوی چې په الله تعالی یې اېمان راوړی او نېک عملونه یې کړي دي، داخل به کړي دوی لره الله تعالی په جنتونو کې چې بهېږي به لا ندې دبنګلو او ونو دهغې ویالې، ښاېسته کوي به الله تعالی دوی په وراغوستلو سره دوی ته دسرو زرو بنګړي، او ښاېسته کوي به دوی لره په ملغلرو سره، او ددوی جامې به په دې کې دورېښمو څخه وي

وَهُدُوٓا۟ إِلَى ٱلطَّيِّبِ مِنَ ٱلْقَوْلِ وَهُدُوٓا۟ إِلَىٰ صِرَٰطِ ٱلْحَمِيدِ ﴿٢٤﴾

اولا رښوونه کړې الله دوی ته په دنیوي ژوند کې دښایسته ویناوو لکه کلمه دشهادت: لا اله الا الله، او دالله تعالی لویي او ثنا بیانول، او ښودنه يې کړې ددوی د اسلام ستایلی شوی لا رې ته

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ ٱلَّذِى جَعَلْنَـٰهُ لِلنَّاسِ سَوَآءً ٱلْعَـٰكِفُ فِيهِ وَٱلْبَادِ ۚ وَمَن يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍۭ بِظُلْمٍۢ نُّذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍۢ ﴿٢٥﴾

ومن يرد فيه بإلحادبظلم نذقهمن عذاب أليم بېشکه هغه کسان چې په الله تعالی یې کفر کړی، او نور خلک هم په اسلام کې دننوتلو نه بندوي، او بندوي خلک دمسجد حرام نه، لکه مشرکانو چې دحدیبیی په کال کړی ونو زر دی چې وبه څکوو مونږ دوی ته عذاب دردناک، دغه جومات چې مونږ ګرځولې خلکو له قبله دهغوی په لمانځه کې او ځای دعبادت دی په حج او عمره کې، برابر دي په دې دمکې والا کوم چې هلته اوسېږي، او هغه څوک چې ورته راشي دبهر نه چې دمکې والا نه وي، او څوک چې اراده وکړي په دې دکوږوالي دحق نه په یو شي سره دګناه نه قصدا نو وبه څکوو مونږ دې ته عذاب دردناک

وَإِذْ بَوَّأْنَا لِإِبْرَٰهِيمَ مَكَانَ ٱلْبَيْتِ أَن لَّا تُشْرِكْ بِى شَيْـًۭٔا وَطَهِّرْ بَيْتِىَ لِلطَّآئِفِينَ وَٱلْقَآئِمِينَ وَٱلرُّكَّعِ ٱلسُّجُودِ ﴿٢٦﴾

او یاد کړه -ای پېغمبره- کله چې مونږ بیان کړل ابراهیم -علیه السلام- ته دبیت الله ځای او دهغه حدود وروسته ددی نه چې هغه نا معلوم وو، او مونږ وحې وکړه هغه ته چې زما سره په عبادت کې هیڅ څيز هم مه شرېکوه، بلکې یواځې زما بندګي وکړه، او پاک کړه کور زما دحسي او معنوي پلیتیانو څخه دطواف کوونکو او لمونځ کوونکو لپاره. مخ ۴ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَأَذِّن فِى ٱلنَّاسِ بِٱلْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًۭا وَعَلَىٰ كُلِّ ضَامِرٍۢ يَأْتِينَ مِن كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍۢ ﴿٢٧﴾

او اعلان وکړه په خلکو کې راوبله دوی دادا کولو دحج دې کور ته کوم چې مونږ تا ته ددې دجوړولو امر کړی؛ راځی به دوی تا ته پیاده او سواره په هر یو اوښ ډنګر چې ستړی شوی وي دمزل له وجې، راولي به دوی لره اوښان چې بار کړي به يې وي دهرې یوې لرې لا رې نه

لِّيَشْهَدُوا۟ مَنَـٰفِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا۟ ٱسْمَ ٱللَّهِ فِىٓ أَيَّامٍۢ مَّعْلُومَـٰتٍ عَلَىٰ مَا رَزَقَهُم مِّنۢ بَهِيمَةِ ٱلْأَنْعَـٰمِ ۖ فَكُلُوا۟ مِنْهَا وَأَطْعِمُوا۟ ٱلْبَآئِسَ ٱلْفَقِيرَ ﴿٢٨﴾

ددې لپاره چې دوی حاضر شي هغه څه ته چې دوی ته فاېدې ورکوي دبښنې دګناهونو نه، او دحاصلولو دثوابونو نه، او یووالي دټولي ددوی نه او داسې نور، او چې یاد کړي نوم دالله تعالی په هغه څه چې دوی ئې ذبحه کوي دقربانیو نه په هغو ورځو معلومو کې چې هغه: لسم دذې الحجې دی او درې ورځې دهغې نه وروسته؛ له وجې دشکر اېستلو نه په هغو نعمتونو چې دوی ته الله تعالی ورکړي داوښانو او غواګانو او ګدو نه، نو تاسې خوراک وکړئ ددې قربانیانو نه، او خوراک ورکړئ ددې نه هغه چا ته چې هغه ډیر غريب وي

ثُمَّ لْيَقْضُوا۟ تَفَثَهُمْ وَلْيُوفُوا۟ نُذُورَهُمْ وَلْيَطَّوَّفُوا۟ بِٱلْبَيْتِ ٱلْعَتِيقِ ﴿٢٩﴾

بیا دې پوره کړي هغه چې پاتي وي په دوی باندې دحج دطرېقو نه، او ځان دې حلال کړي په کلولو (ښرېلو) دسرونو خپلو او په کمولو دنوکانو ددوی، او په لرې کولو دهغو خېرو چې داحرام په وجې په دوی جمعه شوي وي، او پوره والی دې وکړي په هغه څه چې دوی په خپل ځان باندې واجب کړي دحج او عمرې او قربانیانو نه، او طواف دې وکړي طواف افاضة دبیت الله شریف نه هغه چې الله تعالی ازاد کړی دتسلط دظالمانو نه په هغه باندې

ذَٰلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ حُرُمَـٰتِ ٱللَّهِ فَهُوَ خَيْرٌۭ لَّهُۥ عِندَ رَبِّهِۦ ۗ وَأُحِلَّتْ لَكُمُ ٱلْأَنْعَـٰمُ إِلَّا مَا يُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ ۖ فَٱجْتَنِبُوا۟ ٱلرِّجْسَ مِنَ ٱلْأَوْثَـٰنِ وَٱجْتَنِبُوا۟ قَوْلَ ٱلزُّورِ ﴿٣٠﴾

دغه حکمونه چې تاسې ته پرې امر شوی -د ځان حلالولو نه په ښرېلو (کلولو) دسر او په کمولو دنوکانو او په لرې کولو دګندګۍ، او په وفا کولو په خپلو نذرونو او په طواف کولو سره په بیت الله شریف باندې- دا هغه څه دي چې الله تعالی په تاسې واجب کړي، نو تاسې احترام وکړئ دهغه څه چې په تاسې ئې واجب کړي، او څوک چې ځان وساتي دهغه څه نه چې الله تعالی ورته دهغه نه دځان ساتلو امر کړي وي داحرام په وخت کې؛ دوجې داحترام کولو دهغه دالله تعالی پولو لره د دې ویرې نه چې هسې نه چې پکې واقع نه شي، او دهغه دمحرماتو نه هسې نه چې هغه حلال وګڼي نو دا غوره دی ده لره په دنیا او اخرت کې په نیزد دخپل رب جل جلاله، او حلال شوي تاسې لره -ای خلکو- څاروي لکه اوښان او غواګانې او ګډې بزې، نو نه دي حرام شوي په تاسې باندې ددوی نه حام او نه بحېره او نه وصېله، او نه دي حرام ددې نه مګر هغه چې تاسې ئې بیامومئ په قرآن کريم کې دحراموالي دمرادارې او وینې بهېدونکې او نورو نه، نو ځان وساتئ دګندګۍ نه چې هغه بوتان دي، او ځان وساتئ دهرې یوې وینا نه چې هغه باطله وي دروغ وي په الله تعالی او یا دهغه په مخلوقاتو باندې

حُنَفَآءَ لِلَّهِ غَيْرَ مُشْرِكِينَ بِهِۦ ۚ وَمَن يُشْرِكْ بِٱللَّهِ فَكَأَنَّمَا خَرَّ مِنَ ٱلسَّمَآءِ فَتَخْطَفُهُ ٱلطَّيْرُ أَوْ تَهْوِى بِهِ ٱلرِّيحُ فِى مَكَانٍۢ سَحِيقٍۢ ﴿٣١﴾

س حيق ځان وساتئ له دغو ذکر شویو شیانو نه؛ واوړئ له هر دین څخه پرته له هغه دین څخه چې الله ته خوښ دی، مه کیږئ شریک جوړوونکي دهغه سره په بندګۍ کې هیچا لره، او هر هغه څوک چې شرک کوي دالله تعالی سره ګویا کې دی له اسمان څخه راغورځېدلی، نو یا خو به ئې مرغان غوښې او هډوکي وتښتوي، او یا به یې سیلۍ (باد) په لرې ځای کې وغورځوي

ذَٰلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعَـٰٓئِرَ ٱللَّهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى ٱلْقُلُوبِ ﴿٣٢﴾

دا هغه شیان دي چې الله تعالی پرې امر کړی دخپل توحید او هغه ته داخلاص کولو نه، او ځان ساتل دبوتانو دبندګۍ او ددروغو دوینا نه، او څوک چې تعظیم او احترام کوي ددین دنښو -او دهغه نه قرباني او دحج طرېقې هم دي- نو بېشکه دهغه تعظیم کول دې شیانو لره دهغه خپل رب ته دزړه داخلاص څخه دي. مخ ۵ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر م

لَكُمْ فِيهَا مَنَـٰفِعُ إِلَىٰٓ أَجَلٍۢ مُّسَمًّۭى ثُمَّ مَحِلُّهَآ إِلَى ٱلْبَيْتِ ٱلْعَتِيقِ ﴿٣٣﴾

تاسې لره په هغو قربانیو کې چې تاسې یې په بیت الله کې حلالوئ فاېدې دي، لکه سورلۍ کول او وړۍ او دهغه نسل او شېدې، دهغې دحلالولو دنېټې پورې نږدې دهغه کور سره چې الله تعالی ازاد کړی دظالمانو دتسلط نه په هغه باندې

وَلِكُلِّ أُمَّةٍۢ جَعَلْنَا مَنسَكًۭا لِّيَذْكُرُوا۟ ٱسْمَ ٱللَّهِ عَلَىٰ مَا رَزَقَهُم مِّنۢ بَهِيمَةِ ٱلْأَنْعَـٰمِ ۗ فَإِلَـٰهُكُمْ إِلَـٰهٌۭ وَٰحِدٌۭ فَلَهُۥٓ أَسْلِمُوا۟ ۗ وَبَشِّرِ ٱلْمُخْبِتِينَ ﴿٣٤﴾

او هر یو پخواني امت لپاره مونږ مقرر کړی وه طرېقه خاصه دوینې دتویولو الله تعالی ته دنږدېکت لپاره؛ ددې لپاره چې یادوي به نوم دالله تعالی په هغو چې دوی ئې حلالوي ددغو قربانیانو نه په وخت دحلالولو کې؛ دوجې دشکر کولو نه الله تعالی لره په هغه نعمتونو چې دوی ته یې ورکړي داوښانو او غواګانو او ګډو بزو څخه، نو حقدرا دبندګۍ ستاسې په رښتیا سره -ای خلکو- یو دی هیڅ شریک ورله نشته، نو خاص یواځې هغه ته غاړه کیږدئ او دهغه تابعداري وکړئ، او زیری ورکړه -ای پېغمبره- عاجزي کوونکو او اخلاص کوونکو ته په هغه څه چې دوی پرې خوشحالیږي

ٱلَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ ٱللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَٱلصَّـٰبِرِينَ عَلَىٰ مَآ أَصَابَهُمْ وَٱلْمُقِيمِى ٱلصَّلَوٰةِ وَمِمَّا رَزَقْنَـٰهُمْ يُنفِقُونَ ﴿٣٥﴾

هغه کسان چې کله الله ياد شي، له سزا يې ويريږي؛ نو دامر له سرغړونې يې ډډه کوي او که کوم کړاو ورته رسيږي صبر کوي، بشپړ لمنځونه کوي او کوم څه چې الله په روۍورکړي دنېکۍ په لا رو کې يې لګوي

وَٱلْبُدْنَ جَعَلْنَـٰهَا لَكُم مِّن شَعَـٰٓئِرِ ٱللَّهِ لَكُمْ فِيهَا خَيْرٌۭ ۖ فَٱذْكُرُوا۟ ٱسْمَ ٱللَّهِ عَلَيْهَا صَوَآفَّ ۖ فَإِذَا وَجَبَتْ جُنُوبُهَا فَكُلُوا۟ مِنْهَا وَأَطْعِمُوا۟ ٱلْقَانِعَ وَٱلْمُعْتَرَّ ۚ كَذَٰلِكَ سَخَّرْنَـٰهَا لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿٣٦﴾

او اوښان او غواګانې هغه چې بیت الله شرېف ته هدیه کیږي؛ مونږ ګرځولي ستاسې لپاره نښې ددین، شته دی په دې کې ستاسې لپاره فاېدې دینې او دنیوي، نو ووایاست: (بسم الله) په وخت دحلالولو دهغې کې وروسته ددې نه چې یوځای برابرې کړي پښي خپلې او دا ولاړ وي او مخې ته یوه پښه ئې تړل شوي وي ددې لپاره چې ونه تښتي، نو کله چې راوغورځيږي وروسته دهغه دحلالولو نه په خپل اړخ باندې، نو خورئ تاسې -ای هدیه کوونکو- ددې نه، او ورکړئ ددې نه هغه فقیر ته چې دسوال کولو نه ځان ساتي، او هغه فقیر ته چې سوال کوي، نو لکه څرنګه چې مونږ دا تاسې ته تابع کړي ددې لپاره چې تاسې پرې بارونه ویسئ او تاسې پرې سواره شئ؛ همداسې مونږ دا تاسې ته تابع کړي نو هغه ځای ته ځي چې تاسې ئې هلته حلالولوئ؛ دوجې دنږدېکت نه الله تعالی ته ددې لپاره چې تاسې شکر وباسئ په دې نعمت دالله تعالی چې تاسې ته ئې دا تابع کړي

لَن يَنَالَ ٱللَّهَ لُحُومُهَا وَلَا دِمَآؤُهَا وَلَـٰكِن يَنَالُهُ ٱلتَّقْوَىٰ مِنكُمْ ۚ كَذَٰلِكَ سَخَّرَهَا لَكُمْ لِتُكَبِّرُوا۟ ٱللَّهَ عَلَىٰ مَا هَدَىٰكُمْ ۗ وَبَشِّرِ ٱلْمُحْسِنِينَ ﴿٣٧﴾

هیچېري نه رسېږي الله تعالی ته غوښې دهغو قربانیانو چې تاسې یې قرباني کوئ او نه وینې دهغې، او نه دا هغه ته پورته کېږي، لیکن پورته کېږي هغه ته اخلاص او تقوی ستاسې په دې کې؛ داسې چې تاسې خالص کړئ خپل عملونه په وخت دقربانۍ کولو ستاسې کې هغه ته، همداسې الله تعالی دا تاسې ته تابع کړي ددې لپاره چې تاسې دالله تعالی لویي بیان کړئ او شکر وباسئ هغه ته په دې وجه چې تاسې ته یې دحق توفیق درکړی، او زیری ورکړه -ای پېغمبره- نېکي کوونکو ته د خپل رب په بندګۍ کې او دهغو په کردار او تعامل کې دالله تعالی دبندګانو سره، په هغه څه چې هغوی پرې خوشحالېږي

۞ إِنَّ ٱللَّهَ يُدَٰفِعُ عَنِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍۢ كَفُورٍ ﴿٣٨﴾

بېشکه الله تعالی له هغو کسانو څخه چې په هغه یې ایمان راوړی دفع کوي ورڅخه شر دهغوی ددښمنانو اړوي، بېشکه الله تعالی نه خوښوي هر خیانتګر په خپل امانت کې، ناشکري کوونکی دالله تعالی نعمتونو لره، نو دالله تعالی شکر نه وباسي په هغو باندې، بلکې بد یې ګڼي. مخ ۶ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَـٰتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا۟ ۚ وَإِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ ﴿٣٩﴾

اجازه ورکړې الله تعالی مومنانو ته -هغوی چې مشرکین ورسره جنګ کوي- دجنګ کولو؛ دوجې دهغه ظلم نه چې دوی ته ددوی ددښمنانو له خوا رسېدلی، او بېشکه الله تعالی دمومنانو په غالب کولو دهغوی په دښمن باندې پغېر دجنګه خامخا قدرت لرونکی دی، لېکن دهغه حکمت دا تقاضا کوي چې په مؤمنانو باندې ازمېښت وکړي دکافرانو سره په جنګ کولو

ٱلَّذِينَ أُخْرِجُوا۟ مِن دِيَـٰرِهِم بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّآ أَن يَقُولُوا۟ رَبُّنَا ٱللَّهُ ۗ وَلَوْلَا دَفْعُ ٱللَّهِ ٱلنَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍۢ لَّهُدِّمَتْ صَوَٰمِعُ وَبِيَعٌۭ وَصَلَوَٰتٌۭ وَمَسَـٰجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا ٱسْمُ ٱللَّهِ كَثِيرًۭا ۗ وَلَيَنصُرَنَّ ٱللَّهُ مَن يَنصُرُهُۥٓ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَقَوِىٌّ عَزِيزٌ ﴿٤٠﴾

هغه کسان چې کافرانو دخپلو کورونو څخه په ظلم باندې وېستلي، چې دهغوی هیڅ جرم نه ومګر دا چې هغوی ویلي وو: رب زمونږ الله تعالی دی، نشته دی مونږ لره پغیر له هغه نه بل رب، او که چېرې نه وی هغه چې روا کړي الله تعالی پېغمبرانو او مومنانو ته دهغوی ددښمنانو سره دجنګ نه نو خامخا هغوی به تیری کړی وی په عبادت خانو باندې، نو ورانې کړی به یې وی دراهبانو ګیرجې، او دنصرانیانو کلېساګانې، او دیهودیانو عبادتخانې، او دمسلمانانو جوماتونه کوم چې دلمانځه لپاره جوړ شوي دي، په دې کې مسلمانان الله تعالی ډیر یادوي، او خامخا مرسته به کوي الله تعالی دهغه چا سره چې دهغه ددین او دپېغمبر مرسته او مدد کوي، بېشکه الله تعالی خامخا قوي او قدرت لرونکی دی په مرستې دهغه چا چې دهغه ددین مرسته کوي، زورور دی هیڅوک پرې نشي غالب کېدلی

ٱلَّذِينَ إِن مَّكَّنَّـٰهُمْ فِى ٱلْأَرْضِ أَقَامُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتَوُا۟ ٱلزَّكَوٰةَ وَأَمَرُوا۟ بِٱلْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا۟ عَنِ ٱلْمُنكَرِ ۗ وَلِلَّهِ عَـٰقِبَةُ ٱلْأُمُورِ ﴿٤١﴾

دا کسان چې دمرستې وعده ورسره شوې ده دوی داسې خلک دي چې که چېرته مونږ دوی ته په زمکه کې قدرت ورکړ داسې چې دوی په خپلو دښمنانو بریالي کړو نو دوی به لمونځ په پابندۍ سره ادا کړي، او دخپلو مالونو زکاتونه به ورکړي، او په هغه څه به امر کوي چې کوم باندې یې شرعې امر کړی، او دهغه څه نه به خلک منع کوي دکوم نه چې شریعت منع فرمایلې، او خاص یواځې الله تعالی ته ورګرځېدل دټولو کارونو دي لپاره دورکولو دثواب او دسزا. وإن يكذبوك فقد كذبت قبلهم قوم نوح وعاد وثمود

وَإِن يُكَذِّبُوكَ فَقَدْ كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍۢ وَعَادٌۭ وَثَمُودُ ﴿٤٢﴾

او که چېرته تا ته نسبت ددروغو کوي -ای پېغمبره- قوم ستا، نو ته صبر کوه! نو پس ته نه یې اول دهغو پېغمبرانو نه چې قوم یې ورته نسبت ددروغ کړی، نو بېشکه نسبت ددروغو کړی ومخکې ستا دقوم نه قوم دنوح -علیه السلام- دنوح -علیه السلام-، او نسبت ددروغو کړی وو عادیانو دهود -علیه السلام- او ثمودیانو دصالح -علیه السلام-. وقوم إ برهيم وقوم لوط

وَقَوْمُ إِبْرَٰهِيمَ وَقَوْمُ لُوطٍۢ ﴿٤٣﴾

او نسبت ددروغو کړی وقوم دابراهیم -علیه السلام- دابراهیم -علیه السلام-، او قوم دلوط -علیه السلام- دلوط -علیه السلام- تکذېب کړی و

وَأَصْحَـٰبُ مَدْيَنَ ۖ وَكُذِّبَ مُوسَىٰ فَأَمْلَيْتُ لِلْكَـٰفِرِينَ ثُمَّ أَخَذْتُهُمْ ۖ فَكَيْفَ كَانَ نَكِيرِ ﴿٤٤﴾

او نسبت ددروغو کړی ود مدین والاو دشعیب -علیه السلام-، او فرعون او قوم یې دموسی -علیه السلام- تکذېب کړی و، نو ما دهغوی دقومونو نه عذاب وروسته کړی وهغوی ته دمهلت ورکولو لپاره، بیا مې هغوی راونېول په عذاب سره، نو ته وګوره څرنګه وانکار زما په دوی باندې، نو بېشکه دوی مې هلاک کړل ددوی د کفر په وجه. فكأين من قرية أهلكنها وهى ظالمة فهى خاوية عل عروشها وبئر م عط لة وقصر م شيد

فَكَأَيِّن مِّن قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَـٰهَا وَهِىَ ظَالِمَةٌۭ فَهِىَ خَاوِيَةٌ عَلَىٰ عُرُوشِهَا وَبِئْرٍۢ مُّعَطَّلَةٍۢ وَقَصْرٍۢ مَّشِيدٍ ﴿٤٥﴾

پس څومره ډیر دی هغه کلي چې مونږ هلاک کړي -او حال دا چې دوی ظالمان وو ددوی دکفر کولو په وجه- په عذاب دبیخ کندنې سره، نو کورونه ددوی وران شوي خالي دي داوسېدونکو نه، او څومره ډیر دي کوهیان خالي دورتلونکو نه دهغوی دهلاکت دوجې، او څومره ډیرې اوچتې اوچتې ماڼۍ دي چې ښاېسته شوي دي خو لېکن بچ یې نه کړل خپل اوسېدونکي دعذاب نه. مخ ۷ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

أَفَلَمْ يَسِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَتَكُونَ لَهُمْ قُلُوبٌۭ يَعْقِلُونَ بِهَآ أَوْ ءَاذَانٌۭ يَسْمَعُونَ بِهَا ۖ فَإِنَّهَا لَا تَعْمَى ٱلْأَبْصَـٰرُ وَلَـٰكِن تَعْمَى ٱلْقُلُوبُ ٱلَّتِى فِى ٱلصُّدُورِ ﴿٤٦﴾

آیا نه ګوري دا ددروغو نسبت کوونکي هغه څه لره چې پېغمبر -صلی الله علیه وسلم- پرې راتګ کړی په ځمکه کې؛ ددې لپاره چې ووېنې نښې دهلاکت ددغو هلاک شویو کلېو، بیا فکر وکړي په خپلو عقلونو ددې لپاره چې عبرت واخلي، او واوري کیسې ددوی پداسې اروېدلو چې پند ترې واخلي، نو پس حقېقې ړوندوالی دسترګو ړوندوالی نه دی، بلکې حقېقي ړوندوالی کوم چې هلاکوونکی او تباه کوونکی دی هغه ړوند والی دپوهې دی، داسې چې دغه کس لره څه اعتبار نه وي او نه څه پند او نصېحت اخلي

وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِٱلْعَذَابِ وَلَن يُخْلِفَ ٱللَّهُ وَعْدَهُۥ ۚ وَإِنَّ يَوْمًا عِندَ رَبِّكَ كَأَلْفِ سَنَةٍۢ مِّمَّا تَعُدُّونَ ﴿٤٧﴾

او کله چې ستا قوم په دنیا کې په بیړني او په اخرت کې په وروستني عذاب سره وویرول شول، نو دوی ستا څخه په تلوار سره دعذاب غوښتنه کوي او هیچېرې الله تعالی ددوی سره خلاف نه کوي دهغې وعدې چې ددوی سره ئې کړی ده، او په تلوار سره عذاب ددوی هغه وچې کوم په دوی باندې دبدر په ورځ راغلی و، او بېشکه یوه ورځ دعذاب په اخرت کې پشان دزرو ورځو ده دهغو نه چې تاسې یې شمېرئ دکلونو ددنیا نه دهغه عذاب په وجه چې په هغې ورځ کې دی

وَكَأَيِّن مِّن قَرْيَةٍ أَمْلَيْتُ لَهَا وَهِىَ ظَالِمَةٌۭ ثُمَّ أَخَذْتُهَا وَإِلَىَّ ٱلْمَصِيرُ ﴿٤٨﴾

او څومره ډیر دي دکلو نه چې ما ورته مهلت ورکړی وپه عذاب سره او حال دا چې دوی ظالمان وو په سبب دکفر ددوی، او ما دوی ته په تلوار سره عذاب نه دی ورکړی دمهلت دوجې نه دوی ته، بیا مې راونېول دوی په عذاب دبېخ کندۍ سره، او خاص یواځې ما ته راګرځېدل ددوی دي په ورځ دقیامت، نو زه به بدله ورکوم دوی ته په سبب دکفر کولو ددوی په همیشني عذاب سره

قُلْ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنَّمَآ أَنَا۠ لَكُمْ نَذِيرٌۭ مُّبِينٌۭ ﴿٤٩﴾

ووايه: اې خلکو زه يوازې تاسو لره وېروونکی يم، هغه څه درته رسوم چې پرې لېږل شوی يم، په خپله وېرونه کې څرګند يم

فَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ لَهُم مَّغْفِرَةٌۭ وَرِزْقٌۭ كَرِيمٌۭ ﴿٥٠﴾

پس هغه کسان چې په الله تعالی یې اېمان راوړی او عملونه یې کړي نېک عملونه؛ شته دوی لره بښنه دګناهونو دخپل رب له طرفه، او دوی لره په جنت کې ښاېسته روزي ده چې هیڅکله به نه بندېږي

وَٱلَّذِينَ سَعَوْا۟ فِىٓ ءَايَـٰتِنَا مُعَـٰجِزِينَ أُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلْجَحِيمِ ﴿٥١﴾

او هغه کسان چې کوشش کوي په دروغجن ګنلو کې زمونږ آیتونو لره دوی دا ګومان کوي چې ګویا کې دوی به الله تعالی عاجز کړي او دهغه نه به خلاص شي نو عذاب به ور نه کړي، دوی خاوندان داور دي داسې به په اور کې وي لکه څرنګه چې ملګری دملګري سره یوځای وي

وَمَآ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍۢ وَلَا نَبِىٍّ إِلَّآ إِذَا تَمَنَّىٰٓ أَلْقَى ٱلشَّيْطَـٰنُ فِىٓ أُمْنِيَّتِهِۦ فَيَنسَخُ ٱللَّهُ مَا يُلْقِى ٱلشَّيْطَـٰنُ ثُمَّ يُحْكِمُ ٱللَّهُ ءَايَـٰتِهِۦ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌۭ ﴿٥٢﴾

او مونږ نه دی لېږلی مخکې ستا نه -ای پېغمبره- هیڅ یو پېغمبر او نه نبي مګر کله چې یې دالله کتاب لوستلی نو اچولي شیطان دده په لوستلو کې هغه څه چې دا په خلکو باندې ګډوډ کړي چې ګویا کې دا هم وحې ده، نو پس باطلوي الله تعالی هغه چې اچوي یې شېطان دخپلې وسوسې او شبهو نه، او کلکوي آیتونه خپل، او بېشکه الله تعالی پوهه دی په هر شي باندې، هیڅ یو شی په هغه باندې پټ نشي پاتې کېدلی، دحکمت والا دی په خپل پېداېښت او تقدیر او تدبیر کې. مخ ۸ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

لِّيَجْعَلَ مَا يُلْقِى ٱلشَّيْطَـٰنُ فِتْنَةًۭ لِّلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌۭ وَٱلْقَاسِيَةِ قُلُوبُهُمْ ۗ وَإِنَّ ٱلظَّـٰلِمِينَ لَفِى شِقَاقٍۭ بَعِيدٍۢ ﴿٥٣﴾

اچوي شیطان په وخت دلوستلو دپېغمبر کې ددې لپاره چې وګرځوي الله تعالی هغه څه چې دا یې غورځوي امتحان لپاره دمنافقېنو، او لپاره دهغو کسانو چې سخت شوي زړونه دهغوی دمشرکېنو نه، او بېشکه ظالمان خلک دمنافقېنو او مشرکېنو نه خامخا په دښمنۍ کې دي دالله تعالی او دهغه دپېغمبر سره او ډېر لرې دي دحق او سمې لا رې نه

وَلِيَعْلَمَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْعِلْمَ أَنَّهُ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكَ فَيُؤْمِنُوا۟ بِهِۦ فَتُخْبِتَ لَهُۥ قُلُوبُهُمْ ۗ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَهَادِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِلَىٰ صِرَٰطٍۢ مُّسْتَقِيمٍۢ ﴿٥٤﴾

صرط م ستقيم او لپاره ددې چې ښه یقین وکړي هغه کسان چې الله تعالی ورته علم ورکړی چې بېشکه په محمد صلی الله علیه وسلم باندې رانازل شوی قرآن کرېم همدا حق دی هغه چې الله تعالی پرې تا ته وحې کړې -ای پېغمبره- نو زیات به شي اېمان ددوی په دې باندې، او ددوی زړونه به دې ته نرم او ټیټ شي، او بېشکه الله تعالی خامخا هدایت کوونکی دی هغو کسانو ته چې په دې یې اېمان راوړی دحق نېغې لا رې ته هغه چې هیڅ کوږوالی پکې نشته؛ دا بدله ده دوی لره په سبب دعاجزۍ کولو ددوی هغه ته

وَلَا يَزَالُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فِى مِرْيَةٍۢ مِّنْهُ حَتَّىٰ تَأْتِيَهُمُ ٱلسَّاعَةُ بَغْتَةً أَوْ يَأْتِيَهُمْ عَذَابُ يَوْمٍ عَقِيمٍ ﴿٥٥﴾

او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی او دهغه رسول يې درواغجن ګڼلی تل په شک کې دي له هغه څه څخه چې الله پر تا قرآن نازل کړی دی، همداسې دوام ورکوونکي به وي، ترڅو ناببره قيامت نه وي راغلی او هغوی پر همدغه حالت وي او يا دهغې ورځې سزا ورته راشي چې هغوی لره پکې لورېينه او ښېګڼه نه وي او هغه دهغوی په نسبت دقيامت ورځ ده

ٱلْمُلْكُ يَوْمَئِذٍۢ لِّلَّهِ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ ۚ فَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ فِى جَنَّـٰتِ ٱلنَّعِيمِ ﴿٥٦﴾

بادشاهي او اختیار دقیامت په ورځ -هغه ورځ چې رابه شي دوی ته هغه عذاب چې ددوی سره یې وعده شوې وه- یوازې خاص الله تعالی لره ده، هیڅوک جګړه کوونکی نشته هغه لره په دې کې، هغه پاک ذات یوازې فیصلې کوي دمومنانو او کافرانو ترمنځ، نو فیصله به کوي هر یو لره دهغه څه چې دا یې مستحق وي، نو پس هغه کسان چې په الله تعالی یې اېمان راوړی او نېک عملونه یې کړي، دوی لره لوی ثواب دی چې هغه دهمیشني جنت نعمتونه دي کوم چې نه پرې کېږي

وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَكَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا فَأُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمْ عَذَابٌۭ مُّهِينٌۭ ﴿٥٧﴾

او هغه کسان چې کفر یې کړی په الله تعالی او نسبت ددروغو یې کړی هغو آیتونو ته چې زمونږ په پېغمبر باندې نازل شوي دي، ددوی لپاره دی عذاب ذلیلوونکی، الله تعالی به یې په دې عذاب سره په جهنم کې ذلیلوي

وَٱلَّذِينَ هَاجَرُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ثُمَّ قُتِلُوٓا۟ أَوْ مَاتُوا۟ لَيَرْزُقَنَّهُمُ ٱللَّهُ رِزْقًا حَسَنًۭا ۚ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَهُوَ خَيْرُ ٱلرَّٰزِقِينَ ﴿٥٨﴾

او هغه کسان چې پرېښي یې دي خپل کورونه او وطنونه لپاره دلټولو درضا دالله تعالی او لپاره دقوي کولو دهغه دین لره، بیا دالله تعالی په لا ره کې په جهاد کې مړه شوي، او یا په خپل مرګ مړه شوي خامخا په جنت کې به ورته الله تعالی ښاېسته روزي ورکوي داسې همیشنۍ روزي چې نه به پرې کېږي، او بېشکه خاص الله تعالی هغه ښه روزي ورکوونکی دی

لَيُدْخِلَنَّهُم مُّدْخَلًۭا يَرْضَوْنَهُۥ ۗ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَعَلِيمٌ حَلِيمٌۭ ﴿٥٩﴾

خامخا داخل به کړي الله تعالی دوی داسې ځای ته چې دوی به یې خوښوي او هغه جنت دی، او بېشکه الله تعالی ښه پوهه دی دهغوی په کارونو او نیتونو، صبرناک دی ځکه چې په تلوار سره ورته دهغوی په نقصان کولو باندې سزا نه ورکوي. مخ ۹ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

۞ ذَٰلِكَ وَمَنْ عَاقَبَ بِمِثْلِ مَا عُوقِبَ بِهِۦ ثُمَّ بُغِىَ عَلَيْهِ لَيَنصُرَنَّهُ ٱللَّهُ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَعَفُوٌّ غَفُورٌۭ ﴿٦٠﴾

دغه چې بیان شو؛ دالله په لا ر کې مهاجرینو لره جنت ته ننویستل، او په اجازې ورکولو سره په مقابله دزیاتي کوونکي لره په شان دهغه چې په ده یې زیاتی کړی داسې چې په دې کې په دې باندې هیڅ ګناه نشته، نو که چېرته دې زیاتي کوونکي بېرته زیاتي کولو ته راوګرځېده نو یقېنا الله تعالی مرسته کوي دمظلوم انسان، بېشکه الله تعالی عفوه کوونکی دی دمومنانو ګناهونو لره، بښنه کوونکی دی دوی ته

ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ يُولِجُ ٱلَّيْلَ فِى ٱلنَّهَارِ وَيُولِجُ ٱلنَّهَارَ فِى ٱلَّيْلِ وَأَنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌۢ بَصِيرٌۭ ﴿٦١﴾

دغه مدد دمظلوم سره په دې وجه چې بېشکه الله تعالی قدرت لرونکی دی په هغه څه چې غواړي یې، او دهغه دقدرتونو څخه دا دي چې ننباستل دشپې په ورځې کې، او دورځې په شپه کې؛ په زیاتولو دیو ددواړو نه او په کمولو دبل یو، او بېشکه الله تعالی ښه اورېدونکی دی دخپلو بندګانو ویناګانو لره، پوهه دی دهغوی په کارونو، په هغه باندې ددې نه هیڅ شي هم پټ نشي پاتي کېدلی، او خامخا به ورله پرې بدلې ورکوي

ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِۦ هُوَ ٱلْبَـٰطِلُ وَأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْعَلِىُّ ٱلْكَبِيرُ ﴿٦٢﴾

دغه چې بیان شو- دننباستلو دالله تعالی نه شپه په ورځ کې، او ورځ په شپه کې- ددې وجې نه چې بېشکه الله تعالی هغه حق ذات دی، نو دهغه دین هم حق دی، او دهغه وعده هم حقه ده، او دمؤمنانو سره دهغه مرسته هم حق او یقېني ده، او هغه چې مشرکېن یې بندګي کوي پرته له الله تعالی نه دبوتانو، دا باطل دي چې هیڅ اساس نه لري، او بېشکه الله تعالی خاص هغه اوچت دی په خپلو بندګانو په اعتبار دذات او قدرت او زور سره، لوی دی داسې چې هغه لره هر قسم تکبر لويي او عظمت دی

أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ أَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءًۭ فَتُصْبِحُ ٱلْأَرْضُ مُخْضَرَّةً ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌۭ ﴿٦٣﴾

آیا ته نه ګورې -ای پېغمبره- چې بېشکه الله تعالی رالیږلي دبره نه اوبه دباران، پس شي ځمکه وروسته له باران څخه شنه؛ دهغو بوټو دوجې چې په دې رازرغون کړي، بېشکه الله تعالی ښه مهربان دی په خپلو بندګانو داسې چې په دوی یې باران وکړ او ددوی لپاره یې زمکه رازرغونه کړه، پوهه دی ددوی په مصلحتونو، په هغه باندې ددې نه هیڅ شی هم پټ نشي پاتي کېدلی

لَّهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۗ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَهُوَ ٱلْغَنِىُّ ٱلْحَمِيدُ ﴿٦٤﴾

ده لره یوازې بادشاهي ده دهغه څه چې په اسمانونو کې دي او باشاهي دهغه څه چې په زمکه کې دي، او بېشکه الله تعالی خاص هغه بې حاجته ذات دی چې هیڅ یو مخلوق ته نه دی محتاج، ستایل شوی ذات دی په هر حال کې

أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ سَخَّرَ لَكُم مَّا فِى ٱلْأَرْضِ وَٱلْفُلْكَ تَجْرِى فِى ٱلْبَحْرِ بِأَمْرِهِۦ وَيُمْسِكُ ٱلسَّمَآءَ أَن تَقَعَ عَلَى ٱلْأَرْضِ إِلَّا بِإِذْنِهِۦٓ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ بِٱلنَّاسِ لَرَءُوفٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿٦٥﴾

آیا ته نه ګورې -ای پېغمبره- چې بېشکه الله تعالی تابع کړي تا لره او خلکو لره هغه څه چې په زمکه کې دي دزنده سرو او جماداتو نه ستاسې دفاېدې او ضرورتونو لپاره، او تابع کړي یې دي تاسې لره کښتۍ چې ګرځي په دریاب کې دهغه په حکم او تابع کولو دیو ښار نه بل ښار ته، او کلک کړی یې دی اسمان هسې نه چې په زمکه باندې راپریوځي مګر دهغه په حکم سره، نو که هغه ورته اجازه وکړه چې راوغورځېږه نو راوبه غورځېږي، بېشکه الله تعالی په خلکو باندې شفقت کوونکی مهربان دی، داسې چې دوی لره یې دا ټول شیان تابع کړي سره ددې نه چې په دوی کې ظلم کول هم شته

وَهُوَ ٱلَّذِىٓ أَحْيَاكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ ۗ إِنَّ ٱلْإِنسَـٰنَ لَكَفُورٌۭ ﴿٦٦﴾

او الله تعالی هغه ذات دی چې تاسې یې راژوندي کړي یاست وروسته لدې نه چې تاسې نه وئ، بیا به مو مړه کوي کله مو چې عمرونه ختم شي، بیا به مو بېرته راژوندي کوي وروسته دمړه کولو ستاسو نه ددې لپاره چې ستاسې په عملونو درسره حساب کتاب وکړي، او په هغه درله بدلې درکړي، بېشکه انسان خامخا ډیر ناشکره دی دالله تعالی نعمتونو لره -سره لدې نه چې هغه ښکاره دي- داسې چې دهغه سره دبل چا بندګي هم کوي. مخ ۱۰ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

لِّكُلِّ أُمَّةٍۢ جَعَلْنَا مَنسَكًا هُمْ نَاسِكُوهُ ۖ فَلَا يُنَـٰزِعُنَّكَ فِى ٱلْأَمْرِ ۚ وَٱدْعُ إِلَىٰ رَبِّكَ ۖ إِنَّكَ لَعَلَىٰ هُدًۭى مُّسْتَقِيمٍۢ ﴿٦٧﴾

دهر یو امت لپاره مونږ مقرر کړې کړنلاره دبندګۍ، نو دوی په خپله طرېقه باندې بندګي کوي، نو جګړه دې ونه کړي -ای پېغمبره- ستا سره مشرکین او دنورو دینونو والا ستا په طرېقه دبندګۍ کې، نو بېشکه ته ډیر حقدار یې په حق باندې ددوی نه؛ ځکه چې دوی باطل پرست دي، او ته راوبله خلک دتوحید خالص کولو ته یوازې الله تعالی لره، بېشکه ته په سمه لا ره باندې یې، چې هیڅ کوږوالی پکې نشته

وَإِن جَـٰدَلُوكَ فَقُلِ ٱللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿٦٨﴾

او که دوی ونه منله پرته لدې چې جګړه وکړي ستا سره وروسته دښکاره کېدلو ددليل نه، نو ته وسپاره کار ددوی الله تعالی ته داسې ورته ووایه دوېرې ورکولو په شکل: الله تعالی ډیر ښه پوهېږي په کومو کارونو چې تاسې یې کوئ، په هغه باندې ستاسې دعملونو نه هیڅ هم پټ نشي پاتي کېدلی، او خامخا به درله پرې بدلې درکوي

ٱللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ فِيمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ ﴿٦٩﴾

الله به فېصله وکړي دخپلو بندګانو ترمنځ: مومن ددوی نه او کافر ددوی نه دقیامت په ورځ په هغه څه کې چې دوی پکې اختلاف کوونکي وو په دنیا کې ددین د کار نه

أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِى ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ ۗ إِنَّ ذَٰلِكَ فِى كِتَـٰبٍ ۚ إِنَّ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرٌۭ ﴿٧٠﴾

آیا ته نه پوهېږې -ای پېغمبره- چې بېشکه الله تعالی پوهېږي په هغه څه چې په آسمان کې دي، او پوهېږي په هغه څه چې په زمکه کې دي، پټ نشي پاتې کېدلی په دې باندې هيڅ شي دهغه څه نه چې په دې دواړو کې دي، بېشکه علم ددې شیانو لېکل شوی په لوح محفوظ کې، بېشکه ددې ټولو علم الله تعالی ته ډېر اسان دی

وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِۦ سُلْطَـٰنًۭا وَمَا لَيْسَ لَهُم بِهِۦ عِلْمٌۭ ۗ وَمَا لِلظَّـٰلِمِينَ مِن نَّصِيرٍۢ ﴿٧١﴾

او بندګي کوي مشرکېن پرته له الله تعالی نه دداسې بوتانو چې نه دی رالېږلی الله تعالی دلیل دهغوی په بندګۍ کولو باندې په خپلو رالېږل شویو کتابونو کې، او نشته دوی لره په دې باندې څه دلیل دپوهې نه، بلکې ددوی تکیه دخپلو پلرونو په ړندې تابعدارۍ باندې وه، او نشته ظالمانو لره څوک مددګار چې دوی وساتي دالله تعالی دهغه عذاب نه چې په دوی به راځي

وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَـٰتُنَا بَيِّنَـٰتٍۢ تَعْرِفُ فِى وُجُوهِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ٱلْمُنكَرَ ۖ يَكَادُونَ يَسْطُونَ بِٱلَّذِينَ يَتْلُونَ عَلَيْهِمْ ءَايَـٰتِنَا ۗ قُلْ أَفَأُنَبِّئُكُم بِشَرٍّۢ مِّن ذَٰلِكُمُ ۗ ٱلنَّارُ وَعَدَهَا ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ۖ وَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ ﴿٧٢﴾

ه او کله چې ولوستل شي په دوی باندې آیتونه زمونږ په قران کرېم کې چې واضحه دي، وېنې به ته په مخونو دهغو کسانو کې چې کفر یې کړی په الله تعالی انکار د دې آیتونو دهغو دتندو دکوتوالي دوجې کله چې دوی دا واوري، نږدې وي دډېرې غصې دوجې چې حمله وکړي په هغه چا چې زمونږ ایتونه پرې لولي، ته دوی ته ووایه -ای پېغمبره-: ایا پس خبر کړم تاسې په هغه څه چې هغه ستاسې ددې غوسې او تندي کوتوالي څخه ډیر سخت دی؟ هغه اور دی هغه چې وعده یې کړي الله تعالی دکافرانو سره چې دوی به ورته ورننباسي، او ډیر بد دی هغه ځای دورګرځېدلو چې دوی به ورته ورګرځي

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌۭ فَٱسْتَمِعُوا۟ لَهُۥٓ ۚ إِنَّ ٱلَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ لَن يَخْلُقُوا۟ ذُبَابًۭا وَلَوِ ٱجْتَمَعُوا۟ لَهُۥ ۖ وَإِن يَسْلُبْهُمُ ٱلذُّبَابُ شَيْـًۭٔا لَّا يَسْتَنقِذُوهُ مِنْهُ ۚ ضَعُفَ ٱلطَّالِبُ وَٱلْمَطْلُوبُ ﴿٧٣﴾

اې خلکو! بیان شوی یو مثال نو تاسې هغه ته غوږ شئ، او دهغه نه عبرت واخلئ، بېشکه هغه چې تاسې یې بندګي کوئ دبوتانو او نورو نه پغېر له الله تعالی نه هیچیری نشي پیداکولی یو مچ سره ددې نه چې دا څومره وړوکی مخلوق دی، ځکه چې دوی عاجز دي، او که دوی ټول هم راټول شي چې دا پیداکړي نو پیدا به یې نه کړي، او دا خولا څه کوې که چېرته مچ ددوی نه هغه عطر یا نور څه چې په دوی باندې وي وتختوي نو دوی یې دهغه نه نشي خلاصولی، او دا چې دوی مخ ۱۱ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر مچ نشي پیداکولی، او څه شي ترې خلاصولی هم نشي؛ نو ښکاره شو ددوی عجز دهغه څه نه چې ددې څخه لوی دی، نو تاسې څرنګه دالله تعالی نه پرته د دوی بندګي کوئ؟ -سره ددې نه چې دوی دومره عاجز دي-! کمزوری دی دا طالب او دا هغه بوت دی چې بندګي ئې کیدلی شي کوم چې دمچ نه څه شي نشي خلاصولی، او کمزوری دی دا مطلوب کوم چې مچ دی

مَا قَدَرُوا۟ ٱللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِۦٓ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَقَوِىٌّ عَزِيزٌ ﴿٧٤﴾

هغه مهال چې دوی دالله تعالی سره دځینو مخلوقاتو عبادت وکړ نو دوی الله تعالی په هغه لوی والی سره ندی منلی کوم لوی والی چې دهغه حق دی، بېشکه الله تعالی زورور دی، او دهغه دقوت او زور څخه دادي چې پیداکړي ئې دي آسمانونه او زمکه او هغه څه چې ددې دواړو ترمنځ دي، زورور دی هیڅوک پرې نشي غالب کېدلی؛ دمشرکېنو بوتانو پر خلاف، ځکه هغه کمزوري دي هیڅ شی هم نشي پیداکولی

ٱللَّهُ يَصْطَفِى مِنَ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةِ رُسُلًۭا وَمِنَ ٱلنَّاسِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌۢ بَصِيرٌۭ ﴿٧٥﴾

الله پاک غوره کوي دملاېکو نه استازي، او غوره کوي دخلکو نه هم استازي، نو بعضې ملاېکې پېغمبرانو ته رالېږي لکه جبریل -علیه السلام- ئې رالیږلی ئې وو پېغمبرانو ته چې انسانانو ته لیږل شوي و، او رالېږلي یي دي استازي دانسانانو نه خلکو ته، بېشکه الله تعالی اورېدونکی دی هغه څه لره چې مشرکان یې دهغه په پېغمبرانو او ستازو پسې وایي، پوهه دی په هغه چا چې خپلې پېغمبرۍ لپاره یې غوره کوي

يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ ۗ وَإِلَى ٱللَّهِ تُرْجَعُ ٱلْأُمُورُ ﴿٧٦﴾

پوهېږي الله پاک په هغه حال باندې چې دهغه استازي پرې دي دملاېکو او خلکو نه مخکې دهغوی دپیداېښت او وروسته دمرګ دهغوی نه، او خاص یواځې الله تعالی ته ورګرځېدل دټولو کارونو دي دقیامت په ورځ، کله چې خپل بندګان به راژوندي کړي نو هغوی لره به بدلې ورکړي په هغو عملونو چې دوی وړاندی کړي وو

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱرْكَعُوا۟ وَٱسْجُدُوا۟ وَٱعْبُدُوا۟ رَبَّكُمْ وَٱفْعَلُوا۟ ٱلْخَيْرَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ۩ ﴿٧٧﴾

اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، په خپلو لمنځونو کې يوازې الله لره رکوع او سجده کوئ او له صدقې، خپلوۍ پالنې او داسې نورو څخه ښېګڼه کوئ په دې هيله چې موخې ته به رسېږئ او له هغه څه به ژغورل کېږئ چې وېره ترې لرئ

وَجَـٰهِدُوا۟ فِى ٱللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِۦ ۚ هُوَ ٱجْتَبَىٰكُمْ وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِى ٱلدِّينِ مِنْ حَرَجٍۢ ۚ مِّلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرَٰهِيمَ ۚ هُوَ سَمَّىٰكُمُ ٱلْمُسْلِمِينَ مِن قَبْلُ وَفِى هَـٰذَا لِيَكُونَ ٱلرَّسُولُ شَهِيدًا عَلَيْكُمْ وَتَكُونُوا۟ شُهَدَآءَ عَلَى ٱلنَّاسِ ۚ فَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ وَٱعْتَصِمُوا۟ بِٱللَّهِ هُوَ مَوْلَىٰكُمْ ۖ فَنِعْمَ ٱلْمَوْلَىٰ وَنِعْمَ ٱلنَّصِيرُ ﴿٧٨﴾

و او جهاد کوئ په لا ره دالله تعالی کې خاص دهغه درضا لپاره، هغه تاسې غوره کړي یاست او ستاسې دین یې آسان ګرځولی چې هیڅ تنګستیا او سختي پکې نشته، دا دنرمۍ دین ستاسې دپلار ابراهیم -علیه السلام- دین دی، او بېشکه الله تعالی نومولوي یاستئ تاسې مسلمانان په پخوانیو کتابونو کې او په قرآن کرېم کې هم؛ لپاره ددې چې شي پېغمبر ګواهي ورکوونکی په تاسې چې بېشکه تاسې ته یې دررسولی وهغه دین چې هغه ته یې په رسولو امر شوی و، او ددې لپاره چې شئ تاسې ګواهي ورکوونکي په پخوانیو امتونو باندې چې دهغوی پېغمبرانو هغوی ته دالله تعالی دین رسولی و، نو تاسې په دې باندې دالله تعالی شکر ادا کړئ په ادا کولو د لمانځه په پوره توګه سره، او ورکړئ تاسې زکات دمالونو ستاسې، او الله تعالی ته وروګرځئ، او په خپلو کارونو کې په هغه باندې بروسه وکړئ، نو هغه پاک ذات ښه دوست دی دهغه چا چې دوستي ورسره وکړي دمومنانو نه، او ښه مددګار دی دهغه چا چې مدد ترې وغواړي، نو دهغه سره دوستي وکړئ هغه به ستاسې سره دوستي وکړي، او دهغه نه مدد وغواړئ نو مدد به مو وکړي. مخ ۱۲ له ۱۲ moc.hgelp

زده کړه · الحج — Al-Hajj

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې