ٱقْتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُهُمْ وَهُمْ فِى غَفْلَةٍۢ مُّعْرِضُونَ ﴿١﴾
نږدې شوې خلکو ته حسابي دعملونو ددوی دقیامت په ورځ حال دا چې دوی په غفلت کې مخ اړوونکي دي دآخرت نه، په دنیا داخته کېدو له امله
کور›تفسیر›الأنبياء (٢١)
مکي · ١١٢ آیتونه
ٱقْتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُهُمْ وَهُمْ فِى غَفْلَةٍۢ مُّعْرِضُونَ ﴿١﴾
نږدې شوې خلکو ته حسابي دعملونو ددوی دقیامت په ورځ حال دا چې دوی په غفلت کې مخ اړوونکي دي دآخرت نه، په دنیا داخته کېدو له امله
مَا يَأْتِيهِم مِّن ذِكْرٍۢ مِّن رَّبِّهِم مُّحْدَثٍ إِلَّا ٱسْتَمَعُوهُ وَهُمْ يَلْعَبُونَ ﴿٢﴾
او نه راځي دوی ته هیڅ یو قرآن (وحې) ددوی درب له طرفه چې نوي رانازل شوي وي مګر دوی هغه اوري خو داسې اورېدل چې فاېده ورته نه ورکوي، بلکې اورېدل دلوبو چې هیڅ پروا نه کوي په هغه څه چې په دې کې دي
لَاهِيَةًۭ قُلُوبُهُمْ ۗ وَأَسَرُّوا۟ ٱلنَّجْوَى ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ هَلْ هَـٰذَآ إِلَّا بَشَرٌۭ مِّثْلُكُمْ ۖ أَفَتَأْتُونَ ٱلسِّحْرَ وَأَنتُمْ تُبْصِرُونَ ﴿٣﴾
دوی غوږ ایښودلی دې ته خو زړونه یې ددې نه غافل دي، او پټه کړې په کفر سره ظلم کوونکو خلکو هغې خبرې لره چې دوی پرې مشورې کوي داسې وایې: نه دی دا کس کوم چې دعوی کوي چې بېشکه دا پېغمبر دی مګر انسان ستاسې په شان، ددې خو ستاسې نه څه غوره والی او فرق نشته؟! او دې چې څه راوړي دا خو جادو دی، آیا تاسې ددې تابعداري کوئ او حال دا چې تاسې پوهیږئ چې ستاسې په شان انسان دی، او دې چې څه راوړي دا هم جادو دی؟!
قَالَ رَبِّى يَعْلَمُ ٱلْقَوْلَ فِى ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ ۖ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ ﴿٤﴾
پېغمبر صلی الله علیه وسلم وفرماېل: رب زما پوهېږي په هغو خبرو چې تاسې یې پټوئ، نو هغه پوهیږي په هره یوه وینا چې وتونکي وي دویونکي نه په اسمانونو او په ځمکه کې، او هغه ذات ښه اورېدونکی دی دخپلو بندګانو ویناګانو لره، پوهه دی دهغوی په عملونو، او خامخا به ورله پرې سزا ورکوي
بَلْ قَالُوٓا۟ أَضْغَـٰثُ أَحْلَـٰمٍۭ بَلِ ٱفْتَرَىٰهُ بَلْ هُوَ شَاعِرٌۭ فَلْيَأْتِنَا بِـَٔايَةٍۢ كَمَآ أُرْسِلَ ٱلْأَوَّلُونَ ﴿٥﴾
بلکې دوی دمحمد صلی الله علیه وسلم په باره کې په شک کې دي، نو بس کله وایې: دا خو ګډوډ خوبونه دي چې څه تعبېر ورله نشته، او کله وایې: نه، بلکې دې خو دا دځانه جوړ کړي په غېر ددې نه چې ددې دې څه اصل وي، او کله وایې: دا شاعر دی، او که چېرته دې په خپله دعوه کې ریښتونی وي نو پس رادې وړي مونږ ته یوه معجزه دمخکنیو پېغمبرانو په شان، نو پس یقېنا هغوی راتګ کړی وپه غټو معجزاتو، لکه: دموسی امسا، او دصالح اوښه
مَآ ءَامَنَتْ قَبْلَهُم مِّن قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَـٰهَآ ۖ أَفَهُمْ يُؤْمِنُونَ ﴿٦﴾
ایمان نه دی راوړی مخکې ددوی نه دهیڅ یو کلي والا چې دمعجزو غوښتنه یې کړې وه نو هغوی ته هغه معجزې ورکړل شوی لکه څرنګه چې هغوی غوښتلې وې، بلکې هغوی ته یې نسبت ددروغو وکړو نو مونږ هلاک کړل، نو آیا دا خلک به ایمان راوړي؟!
وَمَآ أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ إِلَّا رِجَالًۭا نُّوحِىٓ إِلَيْهِمْ ۖ فَسْـَٔلُوٓا۟ أَهْلَ ٱلذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿٧﴾
او مونږ نه دي لیږلي -ای پېغمبره- مخکې ستا نه مګر سړي دانسانانو څخه چې مونږ هغوی ته وحې کوله، او مونږ هیڅکله ملاېکې نه دی لېږلي، نو تاسې پوښتنه وکړئ داهل کتابو نه کوم چې ستاسې نه مخکې وکه چېرته په دې نه پوهیږئ
وَمَا جَعَلْنَـٰهُمْ جَسَدًۭا لَّا يَأْكُلُونَ ٱلطَّعَامَ وَمَا كَانُوا۟ خَـٰلِدِينَ ﴿٨﴾
او مونږ نه وګرځولي پېغمبران هغوی چې دوی ته مونږ لېږلي وصرف جسدونه چې خوراک یې نه کاوه، بلکې هغوی خوراک کاوه لکه څرنګه چې نور خلک خوراک کوي، او نه ودوی په دنیا کې تل پاتي کېدونکي چې نه مړه کېدل. مخ ۱ له ۱۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
ثُمَّ صَدَقْنَـٰهُمُ ٱلْوَعْدَ فَأَنجَيْنَـٰهُمْ وَمَن نَّشَآءُ وَأَهْلَكْنَا ٱلْمُسْرِفِينَ ﴿٩﴾
بیا مونږ رښتیا کړه خپلو پېغمبرانو سره هغه څه چې مونږ ورسره وعده کړې وه داسې چې بچ مو کړل دوی او هغه څوک چې مونږ غوښتل بچ کېدل دهغوی دمومنانو څخه له هلاکته، او مونږ هلاک کړل تیرېدونکي دحد نه دوجې دکفر دهغوی نه په الله تعالی، او په کولو دهغوی ګناهونو لره
لَقَدْ أَنزَلْنَآ إِلَيْكُمْ كِتَـٰبًۭا فِيهِ ذِكْرُكُمْ ۖ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿١٠﴾
یقېنا مونږ نازل کړی تاسې ته قرآن کریم په دې کې ستاسې عزت او فخر دی که چېرته تاسې په دې باندې ایمان راوړ، او په هغه څه مو عمل وکړ کوم چې په دې کې دي، آیا تاسې په دې نه پوهېږئ، نو دیو بل نه مخکې والی وکړئ په دې باندې اېمان ته، او عمل کولو ته په هغو احکامو چې په دې کې دي؟!. وكم قصمنا من قريةكانت ظالمة وأنشأنا بعدها قوما ءاخرين
وَكَمْ قَصَمْنَا مِن قَرْيَةٍۢ كَانَتْ ظَالِمَةًۭ وَأَنشَأْنَا بَعْدَهَا قَوْمًا ءَاخَرِينَ ﴿١١﴾
او څومره ډېر دي هغه کلېو والا چې مونږ هلاک کړي دهغوی دظلم او کفر په وجه، او مونږ پیداکړل وروسته دهغوی نه بل قوم!
فَلَمَّآ أَحَسُّوا۟ بَأْسَنَآ إِذَا هُم مِّنْهَا يَرْكُضُونَ ﴿١٢﴾
نو هر کله چې ولېده هلاکېدونکو زمونږ داسې عذاب چې بیخ کندي یې کوله په دغه وخت کې دوی دخپل کلي نه منډې وهلې لپاره دبچ کېدلو دهلاکت نه
لَا تَرْكُضُوا۟ وَٱرْجِعُوٓا۟ إِلَىٰ مَآ أُتْرِفْتُمْ فِيهِ وَمَسَـٰكِنِكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْـَٔلُونَ ﴿١٣﴾
نو دوی ته به دمسخرې په ډول اواز وکړی شي: منډې مه وهئ، او وګرځئ هغه څه ته چې تاسې پکې وئ دمزو اخېستلو نه ستاسې په نعمتونو باندې، او خپلو کورونو ته؛ شاېد چې ستاسې نه ستاسې ددنیا باره کې څه پوښتنه وکړی شي
قَالُوا۟ يَـٰوَيْلَنَآ إِنَّا كُنَّا ظَـٰلِمِينَ ﴿١٤﴾
وبه وايي دا ظالمان په داسې حال کې چې اعتراف کوونکي به وي په خپلو ګناهونو: ای هلاکته او تاوانه زمونږ! بېشکه مونږ ظالمان یو ځکه چې مونږ په الله تعالی باندې کفر کړی. فما زالت تلك دعوىهم حت جعلنهم حصيدا خمدين
فَمَا زَالَت تِّلْكَ دَعْوَىٰهُمْ حَتَّىٰ جَعَلْنَـٰهُمْ حَصِيدًا خَـٰمِدِينَ ﴿١٥﴾
نو همېشه به وي ددوی اعتراف په خپلو ګناهونو او ځان ته ښیرا (بد دعا) کولو ددوی په هلاکت سره، دوی به دا ښېرې بیا بیا کوي تر دې چې مونږ وګرځوو دوی په شان درېبل شوي فصل، مړه چې هیڅ حرکت نشي کولی
وَمَا خَلَقْنَا ٱلسَّمَآءَ وَٱلْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لَـٰعِبِينَ ﴿١٦﴾
او مونږ نه دي پیداکړي اسمان او زمکه او هغه څه چې ددې دواړو ترمنځ دي لوبې او عبث، بلکې مونږ پیدا کړي دا دواړه لپاره ددلالت کولو زمونږ په قدرت باندې
لَوْ أَرَدْنَآ أَن نَّتَّخِذَ لَهْوًۭا لَّٱتَّخَذْنَـٰهُ مِن لَّدُنَّآ إِن كُنَّا فَـٰعِلِينَ ﴿١٧﴾
که چېرته مونږ اراده کړې وه دنېولو دښځې او بچي نو مونږ به خامخا نېولی وای دهغه چا نه چې زمونږ سره دي، او مونږ نه یو کوونکي دې کار لره ځکه چې مونږ د دې نه پاک یو. مخ ۲ له ۱۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
بَلْ نَقْذِفُ بِٱلْحَقِّ عَلَى ٱلْبَـٰطِلِ فَيَدْمَغُهُۥ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌۭ ۚ وَلَكُمُ ٱلْوَيْلُ مِمَّا تَصِفُونَ ﴿١٨﴾
بلکې مونږ وېشتل کوو په هغه حق سره چې مونږ په هغه سره خپلو پېغمبرانو ته وحي کوو په باطل دکفر والاو باندې نو دا هلاک کړي او وران یې کړي، نو په دغه وخت کې ددوی باطل ختمېدونکی دی، او ستاسې لپاره -ای عقېده لرونکو په نېولو دالله تعالی ښځه او بچې لره- هلاکت دی ځکه چې تاسې الله تعالی ته هغه صفتونه بیانوئ چې دهغه سره مناسب نه دی
وَلَهُۥ مَن فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ وَمَنْ عِندَهُۥ لَا يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِهِۦ وَلَا يَسْتَحْسِرُونَ ﴿١٩﴾
او یوازې دې الله پاک لره دی اختیار داسمانونو او ځمکې او دهغه سره چې کومې ملاېکې دي هغه لويي نه کوي دهغه دعبادت نه، او نه ستړي کیږي دهغه د بندګۍ نه
يُسَبِّحُونَ ٱلَّيْلَ وَٱلنَّهَارَ لَا يَفْتُرُونَ ﴿٢٠﴾
همېشوالی کوي دالله تعالی په پاکۍ بیانولو، ددې نه نه ستړي کیږي
أَمِ ٱتَّخَذُوٓا۟ ءَالِهَةًۭ مِّنَ ٱلْأَرْضِ هُمْ يُنشِرُونَ ﴿٢١﴾
ایا مشرکېنو نېولي نور معبودان پرته له الله تعالی څخه، چې مړي نشي ژوندي کولی، نو څرنګه دوی بندګي کوي دهغه چا چې هغه ددې کار نه عاجز دی؟!
لَوْ كَانَ فِيهِمَآ ءَالِهَةٌ إِلَّا ٱللَّهُ لَفَسَدَتَا ۚ فَسُبْحَـٰنَ ٱللَّهِ رَبِّ ٱلْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ ﴿٢٢﴾
که په آسمانونو او ځمکه کې له الله پرته نورشمېر معبودان وای، ځمکه او آسمانونه به دهغو معبودانو په پاچايۍ کې دشخړې له امله خراب شوي وو، خو حقيقت د دې پر خلاف دی، نو الله دعرش مالك له هغه څه پاک دی چې مشرکان يې په درواغو ورته بيانوي چې هغه لره شريکان دي. لا يسٔل عما يفعل وهم يسٔلون
لَا يُسْـَٔلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَهُمْ يُسْـَٔلُونَ ﴿٢٣﴾
او الله تعالی یوازې دی په خپله بادشاهۍ او فېصله کې، هیڅوک ترې پوښتنه نشي کولی دهغه څه باره کې چې په تقدېر کې یې لېکلی وي او فیصله یې پرې کړي وي، او هغه دخپلو بندګانو نه دهغوی دعملونو باره کې پوښتنه کوي، او په هغې ورله بدلې ورکوي
أَمِ ٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِهِۦٓ ءَالِهَةًۭ ۖ قُلْ هَاتُوا۟ بُرْهَـٰنَكُمْ ۖ هَـٰذَا ذِكْرُ مَن مَّعِىَ وَذِكْرُ مَن قَبْلِى ۗ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ٱلْحَقَّ ۖ فَهُم مُّعْرِضُونَ ﴿٢٤﴾
بلکې دوی دالله تعالی نه پرته نور معبودان نېولي، ته ووایه -ای پېغمبره- دې مشرکېنو ته: راوړئ تاسې خپل پوخ دلېل چې دوی دعبادت مستحق دي، نو دا کتاب چې ما ته نازل شوی، او هغه کتابونه چې په مخکنیو پېغمبرانو نازل شوي تاسې لره پکې هیڅ دلېل نشته، بلکې دزیاترو مشرکېنو سره دلېل نه وي مګر جهل او تقلېد، نو دوی دحق دقبلولو نه مخ اړولی
وَمَآ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلَّا نُوحِىٓ إِلَيْهِ أَنَّهُۥ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّآ أَنَا۠ فَٱعْبُدُونِ ﴿٢٥﴾
او مونږ نه دی لېږلی مخکې ستا نه -ای پېغمبره- هیڅ یو پېغمبر مګر وحې مو ورته کوله چې نشته دی حقدار دبندګۍ مګر زه یم نو خاص یواځې زما بندګي وکړئ، او زما سره هیڅ شی هم مه شرېکوئ. مخ ۳ له ۱۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَقَالُوا۟ ٱتَّخَذَ ٱلرَّحْمَـٰنُ وَلَدًۭا ۗ سُبْحَـٰنَهُۥ ۚ بَلْ عِبَادٌۭ مُّكْرَمُونَ ﴿٢٦﴾
او وایي مشرکین: الله تعالی دځان لپاره ملاېکې لورګانې نېولي، پاک دی الله تعالی دهغو دروغو نه چې دوی یې وایي، بلکې ملاېکې دالله تعالی بندګان دي، عزت ورکړی شوی دوی ته دالله تعالی له طرفه، او هغه ته نږدې دي
لَا يَسْبِقُونَهُۥ بِٱلْقَوْلِ وَهُم بِأَمْرِهِۦ يَعْمَلُونَ ﴿٢٧﴾
نه مخکې کیږي دخپل رب نه په هیڅ خبره کې، نو خبرې نه کوي تر دې چې امر ورته وکړي، او دوی دهغه په حکم عمل کوي، نو دهغه دهیڅ حکم خلاف نه کوي
يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يَشْفَعُونَ إِلَّا لِمَنِ ٱرْتَضَىٰ وَهُم مِّنْ خَشْيَتِهِۦ مُشْفِقُونَ ﴿٢٨﴾
الله تعالی دهغوی مخکني او وروستني ټول اعمال پېژني، او سپارش نه غواړي مګر دهغه په اجازې سره دهغه چا لپاره چې الله تعالی دهغه لپاره سپارش کول خوښ کړي، او دوی دالله تعالی دوېرې نه ځان ساتونکي دي، نو دهغه مخالفت نه کوي په امر او نهی کې
۞ وَمَن يَقُلْ مِنْهُمْ إِنِّىٓ إِلَـٰهٌۭ مِّن دُونِهِۦ فَذَٰلِكَ نَجْزِيهِ جَهَنَّمَ ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٢٩﴾
او فرضا که چېرته دملاېکو نه څوک داسې ووایي: بېشکه زه حقدار دبندګۍ یم پرته له الله تعالی څخه، نو یقېنا چې مونږ به ده ته سزا ورکوو په دې خبرې سره په عذاب ورکولو سره په جهنم کې دقیامت په ورځ همېشه به وي په دې کې همېشه، او ددې سزا په شان سزا مونږ هغه چا ته ورکوو چې ظلم ئې کړی په کفر او شرک کولو سره په الله تعالی باندې
أَوَلَمْ يَرَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ أَنَّ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًۭا فَفَتَقْنَـٰهُمَا ۖ وَجَعَلْنَا مِنَ ٱلْمَآءِ كُلَّ شَىْءٍ حَىٍّ ۖ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ ﴿٣٠﴾
يؤمنون آیا نه پوهېږي هغه کسان چې کفر یې کړی په الله تعالی چې بېشکه اسمانونه او ځمکه دیو بل سره یوځای وو، ددواړو ترمنځ خالي ځای نه وو چې باران ترې شوی و، نو مونږ دا دواړه دیو بل څخه جلا کړل، او پیداکړی مو دی ددغه اسمان څخه زمکې ته له نازل شویو اوبو نه هر یو شی که حیوان دی او که بوټی دی، نو آیا دوی عبرت نه اخلي ددې نه، او يوازي په الله تعالی اېمان نه راوړي؟!
وَجَعَلْنَا فِى ٱلْأَرْضِ رَوَٰسِىَ أَن تَمِيدَ بِهِمْ وَجَعَلْنَا فِيهَا فِجَاجًۭا سُبُلًۭا لَّعَلَّهُمْ يَهْتَدُونَ ﴿٣١﴾
او پېداکړي مو دي په ځمکه کې غرونه پاخه مضبوط ددې لپاره چې ځمکه په خلکو ونه خوځېږي، او جوړي کړي مو دي په دې کې لا رې پراخه ددې لپاره چې دوی په سفرونو کې خپلو مقصدونو ته ورسېږي
وَجَعَلْنَا ٱلسَّمَآءَ سَقْفًۭا مَّحْفُوظًۭا ۖ وَهُمْ عَنْ ءَايَـٰتِهَا مُعْرِضُونَ ﴿٣٢﴾
او اسمان مو پرته له ستنو یو ساتونکي چت جوړ کړی له راغورځیدو څخه او ساتل شوی په غلا له غوږ نیولو څخه او مشرکېن دهغو آیتونو نه چې اسمان کې دي -لکه لمر او سپوږمۍ- مخ اړوونکي دي عبرت نه اخلي. ل
وَهُوَ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلَّيْلَ وَٱلنَّهَارَ وَٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ ۖ كُلٌّۭ فِى فَلَكٍۢ يَسْبَحُونَ ﴿٣٣﴾
او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې پیداکړی یې ده شپه دارام لپاره، او پیداکړی یې ده ورځ دزندګۍ دتېرولو لپاره، او پیداکړی یې دی لمر نښه دورځې لپاره، او سپوږمۍ نښه دشپې لپاره، هر یو دلمر او سپوږمۍ نه ګرځي په خپل خاص مدار (خط) کې، دهغه څخه نه کږیږي او نه ترې اوړي. مخ ۴ له ۱۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَمَا جَعَلْنَا لِبَشَرٍۢ مِّن قَبْلِكَ ٱلْخُلْدَ ۖ أَفَإِي۟ن مِّتَّ فَهُمُ ٱلْخَـٰلِدُونَ ﴿٣٤﴾
او مونږ نه دی ګرځولی هیڅ یو کس لره دانسانانو نه مخکې ستا نه -ای پېغمبره- همېشوالی په دې زندګۍ کې؟ آیا نو که ختمه شي ستا نېټه په دې زندګۍ کې او ته مړ شې نو آیا دوی ستا څخه وروسته پاتي کېدونکي دي؟! نه هیڅ کله نه
كُلُّ نَفْسٍۢ ذَآئِقَةُ ٱلْمَوْتِ ۗ وَنَبْلُوكُم بِٱلشَّرِّ وَٱلْخَيْرِ فِتْنَةًۭ ۖ وَإِلَيْنَا تُرْجَعُونَ ﴿٣٥﴾
هو یو نفس مؤمن او کافر خامخا څکونکی دی مرګ لره په دې دنیا کې، او مونږ ازمېښت کوو په تاسې -ای خلکو- په ژوند ددنېا کې په تکلېفونو او نعمتونو او عذابونو، بیا وروسته دمرګ نه به یواځې مونږ ته تاسې راګرځئ نه بل چا ته، نو خامخا بدلې به درکوو ستاسې په عملونو
وَإِذَا رَءَاكَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِن يَتَّخِذُونَكَ إِلَّا هُزُوًا أَهَـٰذَا ٱلَّذِى يَذْكُرُ ءَالِهَتَكُمْ وَهُم بِذِكْرِ ٱلرَّحْمَـٰنِ هُمْ كَـٰفِرُونَ ﴿٣٦﴾
او کله چې ووینې تا -ای پېغمبره- دا مشرکین نو نیسي دوی تا لره مګر په مسخرو سره په داسې حال کې چې خپل پېروان ستا څخه لري کوي او داسې ورته وایي: آیا دا دی هغه څوک چې کنځلي کوي (بد وایي) ستاسې معبودانو ته دکومو چې تاسې بندګي کوئ؟! او دوی ددې مسخرو سره سره انکار کوونکي دي دهغه څه نه چې الله تعالی په دوی باندې په قرآن کريم کې نازل کړي او په هغو نعمتونو چې دوی لره الله تعالی ورکړي؛ کفر کوونکي دي؛ نو دوی ډیر حقدار دي په عیب ویلو باندې ځکه چې په دوی کې هر قسم بدي شته
خُلِقَ ٱلْإِنسَـٰنُ مِنْ عَجَلٍۢ ۚ سَأُو۟رِيكُمْ ءَايَـٰتِى فَلَا تَسْتَعْجِلُونِ ﴿٣٧﴾
پیداکړی شوی دی انسان په تلوار کولو سره، نو هغه په شیانو باندې تلوار کوي مخکې دواقع کېدلو نه، او ددې څخه په تلوار سره غوښتل دمشرکېنو دي عذاب لره، خامخا زه به وښاېم تاسې ته -ای په تلورا سره زما دعذاب غوښتونکو- هغه عذاب چې تاسې په تلوار سره غوښتلی و، نو تاسې هغه په تلوار سره مه غواړئ
وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَـٰذَا ٱلْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ ﴿٣٨﴾
او په تلوار سره وايي کافران هغوی چې انکار کوونکي دي دبېرته راژوندي کېدلو نه:کله به وي هغه بېرته راژوندي کېدل چې تاسې یې زمونږ سره ژمنه کوئ -ای مسلمانانو- که چېرته تاسې ريښتوني یاستئ په هغه څه کې چې تاسې دعوه کوئ دواقع کېدلو؟!
لَوْ يَعْلَمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ حِينَ لَا يَكُفُّونَ عَن وُجُوهِهِمُ ٱلنَّارَ وَلَا عَن ظُهُورِهِمْ وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ ﴿٣٩﴾
که چېرته پوهه وای دا کافران کوم چې انکار کوونکي دي دبېرته راژوندي کېدلو نه کله چې به دوی اور دخپلو مخونو او شاګانو څخه نشي لرې کولی، او دا چې نه به وي دوی لره څوک مددګار چې ددوی مدد وکړي په لري کولو دعذاب سره ددوی نه، نو که چېرته دوی په دې باندې یقين لرلی نو عذاب به یې په تلوار سره نه و غوښتلی. بل تأتيهم بغتة فتبهتهم فلا يستطيعون رد ها ولا هم ينظرون
بَلْ تَأْتِيهِم بَغْتَةًۭ فَتَبْهَتُهُمْ فَلَا يَسْتَطِيعُونَ رَدَّهَا وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ ﴿٤٠﴾
نه به راځي دوی ته دا اور چې دوی ته پرې عذاب ورکولی شي په داسې حال کې چې دوی ته به پته وي، بلکه ناببره به ورته راځي، نو دوی به یې دځانه داړولو توان او طاقت نه لري، او نه به دوی وروسته کېدلی شي تر دی چې توبه وباسي نو دوی ته به مهرباني او رحمت ورسېږي
وَلَقَدِ ٱسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍۢ مِّن قَبْلِكَ فَحَاقَ بِٱلَّذِينَ سَخِرُوا۟ مِنْهُم مَّا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ ﴿٤١﴾
او که چېرته مسخرې کوي په تا باندې قوم ستا نو ته په دې کار کې نوی (يواځې) نه یې، نو په تحقيق سره مسخرې شوي په پېغمبرانو باندې مخکې ستا نه -ای پېغمبره- نو یقېنا راګېر کړي وو هغو کافرانو لره چې په پېغمبرانو باندې مسخرې کولی هغه عذاب چې دوی ورپسې مسخرې کولې په دنیا کې کله چې به ورته پېغمبرانو په هغه باندې وېره ورکوله. مخ ۵ له ۱۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قُلْ مَن يَكْلَؤُكُم بِٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ مِنَ ٱلرَّحْمَـٰنِ ۗ بَلْ هُمْ عَن ذِكْرِ رَبِّهِم مُّعْرِضُونَ ﴿٤٢﴾
ووایه -ای پېغمبره- دې په تلوار سره عذاب غوښتونکو ته: څوک دی هغه ذات چې ساتي تاسې په شپه او ورځ کې دهغه عذاب نه چې رحمان ذات یې په تاسې د رالېږلو اراده لري او ساتي تاسې دهلاکېدو نه؟ بلکې دوی دخپل رب دنصېحتونو او پندونو او دلېلونو څخه مخ اړوونکي دي، فکر نه کوي په هیڅ شي باندې ددې نه دناپوهۍ او کم عقلې دوجې
أَمْ لَهُمْ ءَالِهَةٌۭ تَمْنَعُهُم مِّن دُونِنَا ۚ لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَ أَنفُسِهِمْ وَلَا هُم مِّنَّا يُصْحَبُونَ ﴿٤٣﴾
او که یا شته دوی لره معبودان چې بچ کوي دوی زمونږ له عذابه؟ دوی طاقت نه لري دخپل ځان دمدد کولو په لرې کولو دضرر دهغوی نه، او نه په راوستلو دفاېدې هغه لره، او څوک چې دخپل ځان مدد نشي کولی، نو دبل چا به څنګه مدد وکړي؟! او نه دوی زمونږ دعذابه بچ کېدلی شي
بَلْ مَتَّعْنَا هَـٰٓؤُلَآءِ وَءَابَآءَهُمْ حَتَّىٰ طَالَ عَلَيْهِمُ ٱلْعُمُرُ ۗ أَفَلَا يَرَوْنَ أَنَّا نَأْتِى ٱلْأَرْضَ نَنقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَآ ۚ أَفَهُمُ ٱلْغَـٰلِبُونَ ﴿٤٤﴾
بلکې مونږ مزي ورکړي دې کافرانو ته، او مزې مو ورکړې وې ددوی پلارانو ته په هغو نعمتونو چې مونږ دوی لره په پراخ ډول ورکړي و؛ دوی لره دا مهلت ورکول وو، تر دې چې اوږده شوه په دوی باندې زمانه نو دوی په دې سره دوکه شول، او په خپل کفر باندې ودرېدل، آیا نه ویني دا دوکه شوي خلک زمونږ په نعمتونو چې په تلورا سره غوښتونکي دي زمونږ عذاب لره چې مونږ راتلل کوو زمکې ته نېمګړې کوو یې دغاړو دهغې نه په هلاکولو زمونږ ددغه غاړو خلکو لره، او په غالب کېدلو زمونږ په هغوی باندې، نو چې عبرت واخلي په دې باندي هسې نه چې ونه رسيږي دوی ته هغه عذابونه کوم چې هغوی ته رسېدلی وو؟! نو دوی غالب نه دي، بلکې دوی مغلوب دي
قُلْ إِنَّمَآ أُنذِرُكُم بِٱلْوَحْىِ ۚ وَلَا يَسْمَعُ ٱلصُّمُّ ٱلدُّعَآءَ إِذَا مَا يُنذَرُونَ ﴿٤٥﴾
ته ووایه -ای پېغمبره-: بېشکه زه ویروم تاسې -ای خلکو- دالله تعالی له عذابه په هغې وحې سره چې ما ته یې زما رب کوي، او دحق نه کاڼه خلک نه اوري هغه څه چې دوی ورته رابلل کېږي په اورېدلو دقبلولو سره کله چې ورته دالله تعالی دعذابه وېره ورکېدلی شي
وَلَئِن مَّسَّتْهُمْ نَفْحَةٌۭ مِّنْ عَذَابِ رَبِّكَ لَيَقُولُنَّ يَـٰوَيْلَنَآ إِنَّا كُنَّا ظَـٰلِمِينَ ﴿٤٦﴾
او که چېرته ورسېږي دې په تلوار سره عذاب غوښتونکو ته څه برخه ستا درب دعذابه -ای پېغمبره- نو خامخا په دغه وخت کې به وايي: ای هلاکته او تاوانه زمونږ، بېشکه مونږ وو ظالمان دالله تعالی سره په شرک کولو او په دروغ ګنلو سره هغه څه لره چې محمد صلی الله علیه وسلم پرې راتګ کړی
وَنَضَعُ ٱلْمَوَٰزِينَ ٱلْقِسْطَ لِيَوْمِ ٱلْقِيَـٰمَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌۭ شَيْـًۭٔا ۖ وَإِن كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍۢ مِّنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا ۗ وَكَفَىٰ بِنَا حَـٰسِبِينَ ﴿٤٧﴾
بنا حسبين او دانصاف تلې دقیامت په ورځ ددې لپاره ږدو چې ددوی عملونه پرې وتلل شي، نو ظلم به نشي کېدلی په دغه ورځ په هیڅ یو نفس باندې په کموالي دنیکیو د هغه او یا په زیاتوالي دبدیو دهغه، او اګر که دا تلل کیدونکی شی ډیر لږ هم وي داوري ددانې په اندازه نو هم به یې مونږ راوړو، او بس یو مونږ حساب کوونکي حسابوو عملونو دبندګانو زمونږ
وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَىٰ وَهَـٰرُونَ ٱلْفُرْقَانَ وَضِيَآءًۭ وَذِكْرًۭا لِّلْمُتَّقِينَ ﴿٤٨﴾
او بېشکه مونږ ورکړی وموسی او هارون -علیهما السلام- ته تورات چې جدایي راوستونکی وپه ما بین دحق او باطل او حلال او حرام کې، او هدایت دی دهغه چا لپاره چې ایمان یې پرې راوړی، او پند او نصېحت دی دهغه چا لپاره چې دخپل رب څخه ویرېږي. مخ ۶ له ۱۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
ٱلَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُم بِٱلْغَيْبِ وَهُم مِّنَ ٱلسَّاعَةِ مُشْفِقُونَ ﴿٤٩﴾
متقیان هغه کسان دي چې ویرېږي دخپل رب دسزا نه هغه رب چې دوی پرې اېمان لري سره لدې چې دوی نه دی لېدلی، او دوی دقیامت نه وېرېدونکي دي
وَهَـٰذَا ذِكْرٌۭ مُّبَارَكٌ أَنزَلْنَـٰهُ ۚ أَفَأَنتُمْ لَهُۥ مُنكِرُونَ ﴿٥٠﴾
او دا قرآن کریم چې نازل شوی په محمد صلی الله علیه وسلم باندې پند دی دهغه چا لپاره چې غواړي چې پند او نصېحت پرې واخلي، دډېرې فایدې او خیر والا دی، نو آیا تاسې ددې سره لدې څخه انکار کوونکي یاست؟! په دې باندې اقرار کوونکي نه یاست، او نه په دې باندې عمل کوونکي یاست؟!
۞ وَلَقَدْ ءَاتَيْنَآ إِبْرَٰهِيمَ رُشْدَهُۥ مِن قَبْلُ وَكُنَّا بِهِۦ عَـٰلِمِينَ ﴿٥١﴾
او بېشکه مونږ ورکړی وو ابراهیم -علیه السلام- لره دلیل دخپل قوم مقابل کې په وړوکوالي کې، او مونږ په دې باندې خبر وو، نو ځکه مو ورته ورکړل هغه څه چې دې یې مستحق وو زمونږ په علم کې ددلیل نه دخپل قوم مقابل کې
إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِۦ مَا هَـٰذِهِ ٱلتَّمَاثِيلُ ٱلَّتِىٓ أَنتُمْ لَهَا عَـٰكِفُونَ ﴿٥٢﴾
کله چې هغه خپل پلار آزر او خپل قوم ته ووېل: څه دي دا بوتان چې تاسې په خپلولا سونو جوړ کړي، او هغه چې تاسې دهغوی په عبادت باندې ولاړ یاست؟
قَالُوا۟ وَجَدْنَآ ءَابَآءَنَا لَهَا عَـٰبِدِينَ ﴿٥٣﴾
قوم یې ورته ووېل: بېشکه مونږ موندلي خپل پلاران (مشران) چې ددوی بندګي یې کوله، نو مونږ یې هم بندګي وکړه دهغوی دپېروۍ له وجې
قَالَ لَقَدْ كُنتُمْ أَنتُمْ وَءَابَآؤُكُمْ فِى ضَلَـٰلٍۢ مُّبِينٍۢ ﴿٥٤﴾
هغوی ته ابراهيم وويل: پرته له شکه اي پيروي کوونکو تاسو او ستاسو پلرونه له حق لا رې په څرګنده لا ر ورکۍ کې ياست
قَالُوٓا۟ أَجِئْتَنَا بِٱلْحَقِّ أَمْ أَنتَ مِنَ ٱللَّـٰعِبِينَ ﴿٥٥﴾
قوم یې ورته ووېل: آیا راغلی یې ته مونږ ته په ریښتیا سره کله چې تا ووېل هغه څه چې ودې وېل: او که ته ګپ لګوې؟
قَالَ بَل رَّبُّكُمْ رَبُّ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ٱلَّذِى فَطَرَهُنَّ وَأَنَا۠ عَلَىٰ ذَٰلِكُم مِّنَ ٱلشَّـٰهِدِينَ ﴿٥٦﴾
ابراهیم -علیه السلام- ورته ووېل: بلکې راتګ کړی ما تاسې ته په ریښتیا سره نه په ګپ سره، نو پس رب ستاسې رب داسمانونو او دځمکې دی هغه چې دا دواړه یې پیداکړي په نا اشنا شکل چې مخکې یې مثال نه و، او زه په دې خبره چې هغه رب ستاسې او رب داسمانونو او دزمکې دی خامخا دګواهي کوونکو څخه یم، او ستاسې دبوتانو په دې کې هیڅ برخه هم نشته
وَتَٱللَّهِ لَأَكِيدَنَّ أَصْنَـٰمَكُم بَعْدَ أَن تُوَلُّوا۟ مُدْبِرِينَ ﴿٥٧﴾
او ووېل ابراهیم -علیه السلام- کله چې یې قوم خبره وانه ورېدله: قسم په الله خامخا زه به چل جوړووم ستاسې بوتانو ته هغه چې تاسې یې بد ګڼئ وروسته ددې نه چې تاسې دهغوی نه خپلې مېلې ته لاړ شئ. مخ ۷ له ۱۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر فجعلهم جذذا إلا كبيرا لهم لعلهم إليه يرجعون
فَجَعَلَهُمْ جُذَٰذًا إِلَّا كَبِيرًۭا لَّهُمْ لَعَلَّهُمْ إِلَيْهِ يَرْجِعُونَ ﴿٥٨﴾
نو ابراهیم -علیه السلام- دهغوی بوتان مات کړل تر دې چې وړې وړې ټوټې شول، او دهغوی مشر یې پرېښوده چې کیدای شي هغوی دې ته راوګرځي ددې لپاره چې دهغه نه پوښتنه وکړي چې دا بوتان چا مات کړي؟
قَالُوا۟ مَن فَعَلَ هَـٰذَا بِـَٔالِهَتِنَآ إِنَّهُۥ لَمِنَ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٥٩﴾
نو کله چې دوی راوګرځېدل او خپل بوتان یې ولېدل چې مات شوي نو دیو بل نه یې پوښتنه وکړه چې: دا زمونږ معبودان چا مات کړل؟ یقېنا هر چا چې دا کار کړی نو خامخا دا خو ډیر ظالم دی، ځکه چې دهغه څه بې عزتي یې کړې چې دهغه لويي او احترام پکار وو. قالوا سمعنا فتى يذكرهم يقال له إ برهيم
قَالُوا۟ سَمِعْنَا فَتًۭى يَذْكُرُهُمْ يُقَالُ لَهُۥٓ إِبْرَٰهِيمُ ﴿٦٠﴾
ځینو ددوی نه ووېل: مونږ دیو ځوان نه اورېدلي وو چې په دوی پسې به يې بد وېل او ددوی عیبونه به یې بیانول چې ابراهیم نومېږي، شاید چې هغه دا مات کړي وي
قَالُوا۟ فَأْتُوا۟ بِهِۦ عَلَىٰٓ أَعْيُنِ ٱلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَشْهَدُونَ ﴿٦١﴾
نو ددوی مشرانو ووېل: راولئ تاسې ابراهیم دټولو خلکو مخې ته؛ شاېد چې دوی ګواهي ورکړي دهغه په اقرار په هغه کار چې دې کړی، نو دهغه اقرار به تاسې لره په هغه باندې دلېل وي
قَالُوٓا۟ ءَأَنتَ فَعَلْتَ هَـٰذَا بِـَٔالِهَتِنَا يَـٰٓإِبْرَٰهِيمُ ﴿٦٢﴾
نو هغوی ابراهیم -علیه السلام- راوست او پوښتنه یې ترې وکړه: ای ابراهیمه! آیا تا زمونږ په بوتانو باندې دا نا اشنا بد کار کړی؟!. قال بل فعله كبيرهم هذا فسٔلوهم إن كانوا ينطقون
قَالَ بَلْ فَعَلَهُۥ كَبِيرُهُمْ هَـٰذَا فَسْـَٔلُوهُمْ إِن كَانُوا۟ يَنطِقُونَ ﴿٦٣﴾
ابراهیم علیه السلام -ووېل په داسې حال کې چې خندا کوونکی (ټوکې کوونکی) وپه هغوی باندې، دخلکو په وړاندې دهغوی دبوتانو دکمزورئ ښکاره کوونکی و: دا کار خو ما ندې کړی، بلکې ددوی مشر بوت دا کار کړی، نو تاسې ترې پوښتنه وکړئ که چېرته دوی خبرې کولی شي
فَرَجَعُوٓا۟ إِلَىٰٓ أَنفُسِهِمْ فَقَالُوٓا۟ إِنَّكُمْ أَنتُمُ ٱلظَّـٰلِمُونَ ﴿٦٤﴾
پس دوی وګرځېدل خپلو ځانونو ته په فکر او سوچ کولو سره، نو ښه ښکاره شوه دوی ته دا خبره چې بېشکه ددوی بوتان نه چا ته ګټه رسولی شی او نه دچا نه ضرر بچ کولی شي، نو دوی ظالمان وکله چې یې بندګي کوله ددوی پرته له الله تعالی نه
ثُمَّ نُكِسُوا۟ عَلَىٰ رُءُوسِهِمْ لَقَدْ عَلِمْتَ مَا هَـٰٓؤُلَآءِ يَنطِقُونَ ﴿٦٥﴾
بیا دوی راوګرځېدل خپل ضد او عناد ته، نو ویې وېل: یقېنا تا ته ښه معلومه ده -ای ابراهېمه- چې دا بوتان خبرې نشي کولی، نو ته څنګه مونږ ته واېې چې مونږ ترې پوښتنه وکړو؟ دوی دا غوښتل چې دا خو ددوی لپاره دلېل دی، نو هغه په دوی باندې دلېل شو
قَالَ أَفَتَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَنفَعُكُمْ شَيْـًۭٔا وَلَا يَضُرُّكُمْ ﴿٦٦﴾
ابراهیم علیه السلام -هغوی ته ووېل په داسې حال کې چې انکار کوونکی وو په هغوی باندې: ایا تاسې بندګي کوئ پرته له الله تعالی نه دهغو بوتانو چې تاسې ته هیڅ ګټه او تاوان نشي دررسولی، نو دوی عاجز دي دضرر بچ کولو دخپل ځانونو نه، او دګټې رسولو خپلو ځانونو ته. مخ ۸ له ۱۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
أُفٍّۢ لَّكُمْ وَلِمَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ ۖ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿٦٧﴾
افسوس او هلاکت دې ستاسې لپاره، او هلاکت دی هغه چا لره چې تاسې یې بندګي کوئ پرته له الله تعالی نه ددې بوتانو چې نه چا ته ګټه رسولی شي او نه ضرر، نو ایا تاسې ولې دعقل نه کار نه اخلئ، او دهغوی عبادت نه پریږدئ؟!
قَالُوا۟ حَرِّقُوهُ وَٱنصُرُوٓا۟ ءَالِهَتَكُمْ إِن كُنتُمْ فَـٰعِلِينَ ﴿٦٨﴾
نو هر کله چې دوی دابراهیم - علیه السلام- سره په دلېل دمقابلې کولو نه عاجز شول نو خپل قدرت او طاقت ته یې مخه کړه، نو ویې وېل: وسوځوئ ابراهیم لره په اور باندې؛ دوجې دمرستې او مدد کولو ستاسو دبوتانو هغه چې ده مات کړي که چېرته تاسې ده لره مخ نیوونکی، سزا ورکوونکي یاست
قُلْنَا يَـٰنَارُ كُونِى بَرْدًۭا وَسَلَـٰمًا عَلَىٰٓ إِبْرَٰهِيمَ ﴿٦٩﴾
نو دوی اور بل کړو او ابراهیم -علیه السلام- ېې پدې کې ورواچاوه، نو مونږ ووېل: ای اوره! شه یخ او خاوند دسلامتیا په ابراهیم باندې، نو دا همدغه شان شو، نو هیڅ تکلېف ورته ونه رسېد
وَأَرَادُوا۟ بِهِۦ كَيْدًۭا فَجَعَلْنَـٰهُمُ ٱلْأَخْسَرِينَ ﴿٧٠﴾
او دابراهیم -علیه السلام- قوم هغه ته دچل کولو کوشش وکړ چې هغه وسوځوي، نو مونږ دهغوی چل باطل کړ او خاص همدوی مو هلاک شوي او ناکام وګرځول
وَنَجَّيْنَـٰهُ وَلُوطًا إِلَى ٱلْأَرْضِ ٱلَّتِى بَـٰرَكْنَا فِيهَا لِلْعَـٰلَمِينَ ﴿٧١﴾
او مونږ نجات ورکړ هغه ته او نجات مو ورکړ لوط ته، او ومو وېستل دواړه دشام زځمکې ته هغه چې مونږ پکې برکت اچولی؛ دهغو پېغمبرانو دوجې چې مونږ په دې ځمکه کې رالېږلي او دهغو نعمتونو له وجې چې مونږ په دې زمکه کې خواره کړي (اچولي دي) دخلکول لپاره
وَوَهَبْنَا لَهُۥٓ إِسْحَـٰقَ وَيَعْقُوبَ نَافِلَةًۭ ۖ وَكُلًّۭا جَعَلْنَا صَـٰلِحِينَ ﴿٧٢﴾
او وموبښه هغه ته اسحاق کله چې یې دخپل رب نه دعا وغوښته چې یو زوی ورته ورکړي، او ومو بښه هغه ته لمسی یعقوب زیات، او هر یو دابراهیم او دهغه دزامنو اسحاق او یعقوب نه مونږ ګرځولي وو نېکان الله تعالی ته غاړه کیښودونکي
وَجَعَلْنَـٰهُمْ أَئِمَّةًۭ يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا وَأَوْحَيْنَآ إِلَيْهِمْ فِعْلَ ٱلْخَيْرَٰتِ وَإِقَامَ ٱلصَّلَوٰةِ وَإِيتَآءَ ٱلزَّكَوٰةِ ۖ وَكَانُوا۟ لَنَا عَـٰبِدِينَ ﴿٧٣﴾
او کرځولي وو مونږ دوی داسې امامان چې خلک ورپسې دخیر په کار کې پېروي کوي، خلک رابلي یواځې دالله تعالی بندګۍ طرف ته دهغه په حکم، او مونږ هغوی ته وحې کړی وه چې تاسې دخیر کارونه کوئ، او لمونځ په پوره طرېقې سره ادا کوئ، او زکات ورکوئ، او وو دوی مونږ ته غاړه ايښودونکي
وَلُوطًا ءَاتَيْنَـٰهُ حُكْمًۭا وَعِلْمًۭا وَنَجَّيْنَـٰهُ مِنَ ٱلْقَرْيَةِ ٱلَّتِى كَانَت تَّعْمَلُ ٱلْخَبَـٰٓئِثَ ۗ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ قَوْمَ سَوْءٍۢ فَـٰسِقِينَ ﴿٧٤﴾
او لوط ته مو ورکړی وو علم دپریکړې کولو په منځ دجګړه مارو کې، او دهغه ددین په کار مو ورته پوهه ورکړی وه، او بچ کړی مو وو دهغه عذاب نه چې کوم مو د هغه په کلي (سدوم) باندې نازل کړی و، هغه کلی چې خلکو یې بدکارۍ ته راتلل کول، بېشکه دوی وو قوم فسادیان وتونکي دخپل رب دتابعدارۍنه
وَأَدْخَلْنَـٰهُ فِى رَحْمَتِنَآ ۖ إِنَّهُۥ مِنَ ٱلصَّـٰلِحِينَ ﴿٧٥﴾
او مونږ داخل کړی وده لره په خپل رحمت کې کله چې مونږ بچ کړ ده لره له هغه عذاب نه چې ددې قوم ته رسېدلی و، بېشکه دی دهغو نېکانو څخه وچې زمونږ په حکم به یې عمل کاوه، او چې مونږ به دڅه شي نه منع کاوه دهغه څخه به منعه کېده. مخ ۹ له ۱۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَنُوحًا إِذْ نَادَىٰ مِن قَبْلُ فَٱسْتَجَبْنَا لَهُۥ فَنَجَّيْنَـٰهُ وَأَهْلَهُۥ مِنَ ٱلْكَرْبِ ٱلْعَظِيمِ ﴿٧٦﴾
او یاده کړه -ای پېغمبره- قصه دنوح؛ کله چې یې الله تعالی اواز وکړ مخکې دابراهیم او لوط نه، نو مونږ دهغه بلنه قبوله کړه په غوښتلو دهغه څه چې غوښتلی یې و، نو مونږ نجات ورکړ ده لره او دده کورنۍ لره هغوی چې مومنان وو دلوی مصېبت نه
وَنَصَرْنَـٰهُ مِنَ ٱلْقَوْمِ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَآ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ قَوْمَ سَوْءٍۢ فَأَغْرَقْنَـٰهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿٧٧﴾
او بچ مو کړ دچل دهغه قوم نه چې نسبت ددروغو یې کړی وپه هغو آیتونو چې مونږ پرې دې مضبوط کړی و، کوم چې ددې په ريښتنولۍ دلالت کوونکي وو، بېشکه دوی وو قوم دفساد او شر، نو دوی ټول مو په اوبو کې غرق کړل
وَدَاوُۥدَ وَسُلَيْمَـٰنَ إِذْ يَحْكُمَانِ فِى ٱلْحَرْثِ إِذْ نَفَشَتْ فِيهِ غَنَمُ ٱلْقَوْمِ وَكُنَّا لِحُكْمِهِمْ شَـٰهِدِينَ ﴿٧٨﴾
او یاده کړه -ای پېغمبره- قصه دداود او دهغه دزوی سلېمان -علیهما السلام- کله چې دواړو فېصله کوله په یوه قضیه کې چې دوی ته مخې ته راغلې وه ددوو جګړه کوونکو په باره کې؛ چې یو ددې دواړو څخه ګډې درلودې او دشپې لخوا ددې بل په فصل (کښت) کې ورګډې شوې وې نو هغه یې ورله خراب کړی و، او مونږ د داود او سلیمان فیصلې کولو ته حاضر وو، ددوی دفېصلې څخه هیڅ شی پر مونږ پټ نه و
فَفَهَّمْنَـٰهَا سُلَيْمَـٰنَ ۚ وَكُلًّا ءَاتَيْنَا حُكْمًۭا وَعِلْمًۭا ۚ وَسَخَّرْنَا مَعَ دَاوُۥدَ ٱلْجِبَالَ يُسَبِّحْنَ وَٱلطَّيْرَ ۚ وَكُنَّا فَـٰعِلِينَ ﴿٧٩﴾
نو ومو ښودله هغه فېصله سلېمان ته پرته دهغه له پلاره، او هر یو ته ددې دواړو څخه مونږ ورکړې وه پېغمبري او پوهه ددین داحکامو، یوازې سلېمان ته مو نه وه ورکړې، او تابع کړي مو وو داود سره غرونه چې تسبېح به یې ویله دهغه دتسبېح وېلو سره، او تابع کړي مو وو ده لره مرغان، او مونږ کوونکي وو دې ښودنې، فېصلې کولو، پوهې لرلو او تابع کولو لره
وَعَلَّمْنَـٰهُ صَنْعَةَ لَبُوسٍۢ لَّكُمْ لِتُحْصِنَكُم مِّنۢ بَأْسِكُمْ ۖ فَهَلْ أَنتُمْ شَـٰكِرُونَ ﴿٨٠﴾
او مونږ ښودلې وه داود -علیه السلام- ته پغېر دسلېمان -علیه السلام- نه جوړول دزغرو ددې لپاره چې تاسې وساتي درسېدلو دوسلې نه ستاسې بدنونو ته، نو آیا تاسې -ای خلکو- شکر وېستونکي یاست دې نعمتونو لره کوم چې الله تعالی په تاسې باندې کړي دي؟!
وَلِسُلَيْمَـٰنَ ٱلرِّيحَ عَاصِفَةًۭ تَجْرِى بِأَمْرِهِۦٓ إِلَى ٱلْأَرْضِ ٱلَّتِى بَـٰرَكْنَا فِيهَا ۚ وَكُنَّا بِكُلِّ شَىْءٍ عَـٰلِمِينَ ﴿٨١﴾
او تابع کړې مو وه سلیمان لره هوا دتېزو الوتلو والا چې روانېده به دهغه په امر کله چې به یې ورته امر وکړ دشام ځمکې ته هغه چې مونږ پکې برکت اچولی ود دې وجې نه چې مونږ په دې کې کوم پېغمبران لېږلي وو، او ددې وجې نه چې په دې کې څومره برکتونه خواره کړی شوي، او مونږ په هر یو شي باندې پوهه یو، هیڅ څیز په مونږ باندې ددې نه پټ نشي پاتي کېدلی
وَمِنَ ٱلشَّيَـٰطِينِ مَن يَغُوصُونَ لَهُۥ وَيَعْمَلُونَ عَمَلًۭا دُونَ ذَٰلِكَ ۖ وَكُنَّا لَهُمْ حَـٰفِظِينَ ﴿٨٢﴾
او تابع کړي مو دشیطانانو نه ده لره هغه څوک چې غوپي به یې وهلې دده لپاره په دریابونو کې راوېستلې به یې ملغلرې او نور شیان، او ددې نه پرته نور کارونه به یې ورله هم کوله لکه ابادي جوړول، او مونږ ددوی تعداد او کارونو لره ساتونکي (یادوونکي) وو، هیڅ شی راڅخه ددې نه نشي پاتي کېدلی
۞ وَأَيُّوبَ إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُۥٓ أَنِّى مَسَّنِىَ ٱلضُّرُّ وَأَنتَ أَرْحَمُ ٱلرَّٰحِمِينَ ﴿٨٣﴾
او یاد کړه -ای پېغمبره- قصه دایوب -علیه السلام-، کله چې یې دعا وغوښتله دخپل رب څخه کله چې ورته مصېبت ورسېد؛ داسې ووېل: ای زما ربه! بېشکه ما ته مرض رارسېدلی او زما خاندان هم ورک شوی، او ته غوره دټولو رحم کوونکو څخه یې، نو ما ته چې کوم مصېبت رارسېدلی دا زما څخه واړوه. مخ ۱۰ له ۱۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
فَٱسْتَجَبْنَا لَهُۥ فَكَشَفْنَا مَا بِهِۦ مِن ضُرٍّۢ ۖ وَءَاتَيْنَـٰهُ أَهْلَهُۥ وَمِثْلَهُم مَّعَهُمْ رَحْمَةًۭ مِّنْ عِندِنَا وَذِكْرَىٰ لِلْعَـٰبِدِينَ ﴿٨٤﴾
نو مونږ دهغه دعا قبوله کړه، او هغه ته چې کوم تکلېف رسېدلی وهغه مو ترې لرې کړ، او کوم بچي او کورنۍ چې ترې ورکه شوي وه هغه مو ورته بېرته ورکړه، او د هغوی په شان مو ورته نور هم ورکړل، دا ټول کارونه مونږ دخپلې مهربانۍ له وجې وکړل، او په دې کې یادداشت او پند دی هر هغه چا لره چې الله تعالی ته یې په بندګۍ سره غاړه کیښودلې وه؛ نو هغه دې صبر وکړي لکه څرنګه چې ایوب صبر کړی وو. ل
وَإِسْمَـٰعِيلَ وَإِدْرِيسَ وَذَا ٱلْكِفْلِ ۖ كُلٌّۭ مِّنَ ٱلصَّـٰبِرِينَ ﴿٨٥﴾
او یاد کړه -ای پېغمبره- اسماعېل او ادرېس او ذو الکفل -علیهم السلام-، هر یو ددوی نه صبر کوونکی وپه مصېبتونو باندې او ولاړ وو په کولو دهغه څه چې الله تعالی پرې مکلف کړي وو
وَأَدْخَلْنَـٰهُمْ فِى رَحْمَتِنَآ ۖ إِنَّهُم مِّنَ ٱلصَّـٰلِحِينَ ﴿٨٦﴾
او داخل کړي وو مونږ دوی ټول په خپل خاص رحمت کې، نو مونږ دوی پېغمبران ګرځولی وو، او دوی مو جنت ته داخل کړی وو، بېشکه دوی دالله تعالی دهغو نېکانو بندګان څخه دي چې دهغه په تابعدارۍ یې عمل کړی، او دهغوی پټ او ښکاره برابر شوي
وَذَا ٱلنُّونِ إِذ ذَّهَبَ مُغَـٰضِبًۭا فَظَنَّ أَن لَّن نَّقْدِرَ عَلَيْهِ فَنَادَىٰ فِى ٱلظُّلُمَـٰتِ أَن لَّآ إِلَـٰهَ إِلَّآ أَنتَ سُبْحَـٰنَكَ إِنِّى كُنتُ مِنَ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٨٧﴾
او یاد کړه -ای پېغمبره- قصه دماهي والا یونس-علیه السلام- کله چې لاړ پغېر داجازې دخپل رب نه غصه وو خپل قوم ته دهغوی دسرکشۍ دوجې نه، نو ده دا ګومان وکړ چې مونږ به په ده باندې تنګسیا نه راولو؛ په سزا ورکولو سره دده په تللو باندې، نو هغه وازماېل شو په سخته تنګسیا سره او په بند پاتي کېدلو سره کله چې ماهي هغه لره تېر کړ، نو دماهي دخیټې او ددریاب او دشپي په تیارو کې یې دالله تعالی نه دعا وغوښتله؛ په داسې حال کې چې اقرار کوونکی وپه خپله خطا باندې الله تعالی ته ورګرځېدونکی و، نو ویې وېل: نشته څوک حقدار دبندګۍ پرته له تا نه، ته پاک یې دهر قسم عیب او شرېک نه، بېشکه زه له ظلم کوونکو څخه وم
فَٱسْتَجَبْنَا لَهُۥ وَنَجَّيْنَـٰهُ مِنَ ٱلْغَمِّ ۚ وَكَذَٰلِكَ نُـۨجِى ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿٨٨﴾
نو مونږ دهغه دعا قبوله کړه، او هغه مو دمصېبت دسختیو نه بچ کړ په راوېستلو دهغه سره دتیارو نه، او دماهي دخېټې نه، او په شان دیونس دخلاصولو دهغه د مصېبت نه مونږ خلاصوو مومنان کله چې په تلکېف کې پريوځي او دالله تعالی نه دعا وغواړي
وَزَكَرِيَّآ إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُۥ رَبِّ لَا تَذَرْنِى فَرْدًۭا وَأَنتَ خَيْرُ ٱلْوَٰرِثِينَ ﴿٨٩﴾
او یاده کړه -ای پېغمبره- قصه دزکریا -علیه السلام- کله چې یې دخپل رب نه دعا وغوښته داسې یې ووېل: ای ربه زما! مه پرېږده ما لره یوازې چې هیڅ بچی مې نه وي، او یقېنا ته غوره دباقي پاتي کېدونکو څخه یې، نو ما لره یو بچې راکړه چې زما څخه وروسته پاتې شي
فَٱسْتَجَبْنَا لَهُۥ وَوَهَبْنَا لَهُۥ يَحْيَىٰ وَأَصْلَحْنَا لَهُۥ زَوْجَهُۥٓ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ يُسَـٰرِعُونَ فِى ٱلْخَيْرَٰتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَبًۭا وَرَهَبًۭا ۖ وَكَانُوا۟ لَنَا خَـٰشِعِينَ ﴿٩٠﴾
وكانوا لنا خشعين نو مونږ دهغه دعا قبوله کړه، او هغه ته مو یحیی زوی ورکړ، او دهغه ښځه مو دې ته برابره کړه، نو وروسته دشنډوالي دهغې نه بچی راوړونکې شوه، بېشکه زکریا او بي بي دهغه او زوی دهغه وو دوی ټول چې تلوار به یې کاوه دخیر کارونو کې، او وو دوی چې رابللو به یې مونږ په داسې حال کې چې امېد به یې لرلو زمونږ د ثوابونو، او وېرېدل به زمونږ له عذابه، او وو دوی چې مونږ ته به یې عاجزي کوله. مخ ۱۱ له ۱۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَٱلَّتِىٓ أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهَا مِن رُّوحِنَا وَجَعَلْنَـٰهَا وَٱبْنَهَآ ءَايَةًۭ لِّلْعَـٰلَمِينَ ﴿٩١﴾
او یاد کړه -ای پېغمبره- قصه دمریم -علیها السلام- هغه چې خپل فرج (اندام مخصوصه) یې له زنا څخه ساتلی و، نو الله تعالی هغې ته جبرېل -علیه السلام- ولېږه، نو په هغې کې یې پوکی وکړ، نو هغه په عیسی -علیه السلام- باندې حامله شوه، او وو دا او زوی ددې عیسی نښه دالله تعالی دقدرت دخلکو لپاره، او یقینا چې نشي عاجز کولی الله تعالی لره هيڅ یو شي ځکه چې عیسی یې پغیر له پلار څخه پیداکړو
إِنَّ هَـٰذِهِۦٓ أُمَّتُكُمْ أُمَّةًۭ وَٰحِدَةًۭ وَأَنَا۠ رَبُّكُمْ فَٱعْبُدُونِ ﴿٩٢﴾
بېشکه همدا ستاسې دین دی -ای خلکو- دین یو، او هغه توحید دی کوم چې داسلام دین دی، او زه ستاسې رب یم، نو تاسې ما لره بندګي خاص کړئ
وَتَقَطَّعُوٓا۟ أَمْرَهُم بَيْنَهُمْ ۖ كُلٌّ إِلَيْنَا رَٰجِعُونَ ﴿٩٣﴾
او خلک ټوټې ټوټې شول، نو په دوی کې څوک موحد، څوک مشرک، څوک کافر او څوک مومن شول، او هر یو له دوی څخه خاص مونږ ته راګرځېدونکي دي د قیامت په ورځ، نو ددوی داعمالو سزا به ورته ورکړو
فَمَن يَعْمَلْ مِنَ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ وَهُوَ مُؤْمِنٌۭ فَلَا كُفْرَانَ لِسَعْيِهِۦ وَإِنَّا لَهُۥ كَـٰتِبُونَ ﴿٩٤﴾
نو ددوی څخه چې چا نېک عملونه وکړل او حال دا چې دې ایمان لرونکی وپه الله تعالی او دهغه په پېغمبرانو او په ورځ وروستنۍ (د اخرت ورځ) نو دده دنیک عمل به بې قدرې نشي کېدلی، بلکې الله تعالی به دده دا عمل قبلوي او ثواب به ورله څو چنده کوي، او دې به خپل عمل دقیامت په ورځ په خپله عمل نامه کې بیامومي، نو په دې به خوشحاله شي
وَحَرَٰمٌ عَلَىٰ قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَـٰهَآ أَنَّهُمْ لَا يَرْجِعُونَ ﴿٩٥﴾
او ناممکن دي دیو کلي والاو لپاره چې مونږ هلاک کړي وي دهغوی دکفر په وجه چې هغوی دې بېرته دنیا ته راوګرځي، ددې لپاره چې توبه وباسي او دهغوی توبه دې قبوله شي
حَتَّىٰٓ إِذَا فُتِحَتْ يَأْجُوجُ وَمَأْجُوجُ وَهُم مِّن كُلِّ حَدَبٍۢ يَنسِلُونَ ﴿٩٦﴾
هیڅکله به راونه ګرځي تر دې چې دیاجوج ماجوج دیوال خلاص شي، او دوی به په دغه ورځ دزمکې دهرې اوچتې برخې نه په ګړندیتوب سره راوځي
وَٱقْتَرَبَ ٱلْوَعْدُ ٱلْحَقُّ فَإِذَا هِىَ شَـٰخِصَةٌ أَبْصَـٰرُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ يَـٰوَيْلَنَا قَدْ كُنَّا فِى غَفْلَةٍۢ مِّنْ هَـٰذَا بَلْ كُنَّا ظَـٰلِمِينَ ﴿٩٧﴾
او ښه رانږدې شوی قیامت ددوی په راوتلو سره، او دهغه سختۍ او تکلېفونه راښکاره شوي، نو یقېنا په دغه وخت کې دکافرانو سترګي به خلاصې وي (بوټي به راوتلي وي) دډیر مصېبت او وېرې دوجې، او وایې به: ای هلاکت دی مونږ لره، بېشکه مونږ په دنیا کې په لهو او لعب کې وو او دې لویې ورځې ته دتیارۍ کولو نه مشغول وو، بلکې مونږ ظالمان وو په کفر او ګناهونو کولو سره
إِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ حَصَبُ جَهَنَّمَ أَنتُمْ لَهَا وَٰرِدُونَ ﴿٩٨﴾
تاسې -ای مشرکېنو- او هغه بوتان چې تاسې یې بندګي کوئ پغیر له الله تعالی نه، او هغه څوک چې راضي دی ستاسې په بندګۍ کولو هغه لره دانسانانو او پېریانو څخه- خشاک دجهنم یاست، تاسې او ستاسې معبودان دې ته ورننوتونکي یاست. مخ ۱۲ له ۱۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ل
لَوْ كَانَ هَـٰٓؤُلَآءِ ءَالِهَةًۭ مَّا وَرَدُوهَا ۖ وَكُلٌّۭ فِيهَا خَـٰلِدُونَ ﴿٩٩﴾
که چېرته دا معبودان په ریښتیا سره دبندګۍ حقدار وی نو دخپلو تابعدارانو سره به جهنم ته نه ننوتلی، او هر یو دمعبودانو او تابعدارانو به په اور کې وي، همېشه به وي دوی په دې کې همېشه، هیڅکله به ددې څخه نه راوځي. لهم فيها زفير وهم فيها لا يسمعون
لَهُمْ فِيهَا زَفِيرٌۭ وَهُمْ فِيهَا لَا يَسْمَعُونَ ﴿١٠٠﴾
وي به دوی لره په دې جهنم کې -د ډیرو تکلېفونو او دردونو دوجې- سخته ساه اخېستل (اسویلي)، او دوی به په اور کې اوازونه نه اوري دډیر هېبتناک ویروونکي سختو حالاتو دوجې کوم چې دوی ته رسېدلي
إِنَّ ٱلَّذِينَ سَبَقَتْ لَهُم مِّنَّا ٱلْحُسْنَىٰٓ أُو۟لَـٰٓئِكَ عَنْهَا مُبْعَدُونَ ﴿١٠١﴾
او کله چې مشرکېنو ووېل: (بېشکه عیسی او ملاېکې هغوی چې بندګي يې شوي وه خامخا به اور ته داخليږي) الله تعالی ووېل: بېشکه هغه کسان چې مخکې مقرر شوې ده هغوی لره دالله تعالی په علم کې چې بېشکه دوی به دنېکانو څخه وي لکه عیسی -علیه السلام- لرې کړی شوي داور نه
لَا يَسْمَعُونَ حَسِيسَهَا ۖ وَهُمْ فِى مَا ٱشْتَهَتْ أَنفُسُهُمْ خَـٰلِدُونَ ﴿١٠٢﴾
نه به رسیږي ددوی غوږونو ته اواز دجهنم او دوی به همېشه په هغو نعمتونو او مزو کې وي چې ددوی نفسونه یې غواړي، ددوی نعمتونه به هیڅکله ددوی څخه نه پرې کېږي
لَا يَحْزُنُهُمُ ٱلْفَزَعُ ٱلْأَكْبَرُ وَتَتَلَقَّىٰهُمُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ هَـٰذَا يَوْمُكُمُ ٱلَّذِى كُنتُمْ تُوعَدُونَ ﴿١٠٣﴾
نه به ویروي دوی لره دا لوی مصېبت او بد حالت کله چې به اور په جهنمیانو باندې راتاو شي، او ملاېکې به ددوی استقبال وکړي په هرکلي سره داسې به وایي: دا ستاسې هغه ورځ ده چې تاسې سره یې وعده شوې وه په دنیا کې، او تاسې ته پرې زیری درکول کېده په هغو نعمتونو چې تاسې به ورسره مخامخ کیږئ
يَوْمَ نَطْوِى ٱلسَّمَآءَ كَطَىِّ ٱلسِّجِلِّ لِلْكُتُبِ ۚ كَمَا بَدَأْنَآ أَوَّلَ خَلْقٍۢ نُّعِيدُهُۥ ۚ وَعْدًا عَلَيْنَآ ۚ إِنَّا كُنَّا فَـٰعِلِينَ ﴿١٠٤﴾
په هغه ورځ چې رانغاړو به مونږ اسمان په شان درانغاړلو دصحېفې (کاغذ یا سند) په هغه لېکلو چې په دې کې وي، او راجمع به کړو ټول مخلوقات ددوی په هغه شکل چې دوی پرې اول ځل پیداشوي وو، وعده کړې مونږ په دې سره وعده داسې چې هیڅ وروستوالی پکې نشته، بېشکه مونږ کوونکي یو هغه څه لره چې مونږ پرې وعده کوو
وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِى ٱلزَّبُورِ مِنۢ بَعْدِ ٱلذِّكْرِ أَنَّ ٱلْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِىَ ٱلصَّـٰلِحُونَ ﴿١٠٥﴾
او بېشکه مونږ لیکلي وو په هغو کتابونو کې چې مونږ نازل کړي په پېغمبرانو باندې وروسته دهغه نه چې مونږ ليکلي وو په لوح محفوظ کې: بېشکه زمکه چې ده مالکان کیږي به ددې دالله تعالی نېکان بندګان هغوی چې عمل کوونکي دي دهغه په تابعدارئ، او دوی دمحمد -صلی الله علیه وسلم- امت او ډله دي. إن فى هذا لبلغا لقوم عبدين
إِنَّ فِى هَـٰذَا لَبَلَـٰغًۭا لِّقَوْمٍ عَـٰبِدِينَ ﴿١٠٦﴾
کوم نصحيت مو چې نازل کړی په هغو کې ګټه او دهغو خلکو لپاره چې دخپل پالونکي لمانځونکي دي بسنه ده پر هغه څه چې ورته روا کړي يې دي؛ نو همهغوی ترې ګټه اخلي. مخ ۱۳ له ۱۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَمَآ أَرْسَلْنَـٰكَ إِلَّا رَحْمَةًۭ لِّلْعَـٰلَمِينَ ﴿١٠٧﴾
او مونږ ته پېغمبر نه یې لېږلی-ای پېغمبره- مګر رحمت لپاره دټولو خلکو؛ ستا دهغه صفت دوجې چې ته یې لرې ستا دحرص نه په هدایت دټولو خلکو او دهغوی دالله تعالی دعذاب نه بچ کېدل
قُلْ إِنَّمَا يُوحَىٰٓ إِلَىَّ أَنَّمَآ إِلَـٰهُكُمْ إِلَـٰهٌۭ وَٰحِدٌۭ ۖ فَهَلْ أَنتُم مُّسْلِمُونَ ﴿١٠٨﴾
ته ووایه -ای پېغمبره- بېشکه ما ته وحي کیږي زما درب له طرفه ددې خبرې چې بېشکه حقدار دبندګۍ ستاسې په ريښتیا سره یو دی، هیڅ شریک ورله نشته او هغه الله تعالی دی، نو په هغه باندې ایمان راوړلو ته غاړه کیږدئ، او دهغه تابعدارۍ ته غاړه کیږدئ
فَإِن تَوَلَّوْا۟ فَقُلْ ءَاذَنتُكُمْ عَلَىٰ سَوَآءٍۢ ۖ وَإِنْ أَدْرِىٓ أَقَرِيبٌ أَم بَعِيدٌۭ مَّا تُوعَدُونَ ﴿١٠٩﴾
نو که چېرته دوی مخ واړاوه دهغه څه نه چې تا پرې دوی ته راتګ کړی، نو ته ورته ووایه -ای پېغمبره-: ما تاسې ته خبر درکړی چې بېشکه زه او تاسې په یو برابر حالت کې یو زما او ستاسې ترمنځ دفیصلې کولو نه، او زه په دې نه پوهيږم چې تاسې ته به کله هغه عذاب راځي چې الله تعالی یې تاسې سره وعده کړې
إِنَّهُۥ يَعْلَمُ ٱلْجَهْرَ مِنَ ٱلْقَوْلِ وَيَعْلَمُ مَا تَكْتُمُونَ ﴿١١٠﴾
بېشکه الله تعالی پوهېږي په هغو خبرو چې تاسې یې ښکاره کوئ، او پوهيږي په هغه څه چې تاسې یې پټوئ، په هغه باندې هیڅ شی ددې نه نشي پټېدلی، او خامخا به درله پرې بدله درکړي. وإن أدرى لعله فتنة ل كم ومتع إ لى حين
وَإِنْ أَدْرِى لَعَلَّهُۥ فِتْنَةٌۭ لَّكُمْ وَمَتَـٰعٌ إِلَىٰ حِينٍۢ ﴿١١١﴾
او زه نه پوهېږم چې شاېد ستاسې دعذاب وروستوالی ستاسې لپاره ازمېښت او مهلت وي، او مزې درکول وي تاسې لره تر نېټي مقررې پورې دالله تعالی په علم کې؛ ددې لپاره چې تاسې په خپل کفر او ګمراهۍ کې نور هم ورننوځئ
قَـٰلَ رَبِّ ٱحْكُم بِٱلْحَقِّ ۗ وَرَبُّنَا ٱلرَّحْمَـٰنُ ٱلْمُسْتَعَانُ عَلَىٰ مَا تَصِفُونَ ﴿١١٢﴾
رسول -صلی الله علیه وسلم- وفرماېل په داسې حال کې چې دعا کوونکی وو دخپل رب نه: ای زما ربه! فېصله وکړه زمونږ او زمونږ دقوم تر منځ هغوی چې په کفر باندې یې همېشوالی کړی په حقه فېصله، او مونږ په خپل رب چې رحمان ذات دی مدد غواړو دهغه کفر او دروغو په مقابل کې چې تاسې یې وايي. مخ ۱۴ له ۱۴ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر