طه ﴿١﴾
(طه) ددې په شان حروفو باندې بحث دسورت بقرې په اول کې تیر شوی
کور›تفسیر›طه (٢٠)
مکي · ١٣٥ آیتونه
طه ﴿١﴾
(طه) ددې په شان حروفو باندې بحث دسورت بقرې په اول کې تیر شوی
مَآ أَنزَلْنَا عَلَيْكَ ٱلْقُرْءَانَ لِتَشْقَىٰٓ ﴿٢﴾
مونږ قرآن کریم په تا باندې نه دی نازل کړی -ای پېغمبره- ددې لپاره چې دا ستا دمشقت سبب شي دوجې دغم كولو نه په مخ اړولو ستا دقوم په تا باندې دایمان راوړلو نه. إ ل اتذكرة لمن يخش
إِلَّا تَذْكِرَةًۭ لِّمَن يَخْشَىٰ ﴿٣﴾
مونږ نه دی نازل کړی دا مګر ددې لپاره چې شي نصیحت دهغه چا لپاره چې الله تعالی ورته دخپل ځان نه دویرې کولو توفیق ورکړی
تَنزِيلًۭا مِّمَّنْ خَلَقَ ٱلْأَرْضَ وَٱلسَّمَـٰوَٰتِ ٱلْعُلَى ﴿٤﴾
نازل کړی دې لره الله تعالی هغه ذات چې پیدا کړې یې ده ځمکه، او پيداکړي يې دي اسمانونه اوچت، نو پس دا لوی قرآن دی؛ ځکه چې دا دلوی ذات له طرفه نازل شوی
ٱلرَّحْمَـٰنُ عَلَى ٱلْعَرْشِ ٱسْتَوَىٰ ﴿٥﴾
رحمان ذات په عرش باندې اوچت شوی په داسې اوچتېدلو سره چې دهغه دلويي او ذات سره مناسب وي
لَهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَمَا تَحْتَ ٱلثَّرَىٰ ﴿٦﴾
خاص یوازې هغه پاک ذات لره دي ټول هغه څه چې په اسمانونو کې دي او ټول هغه څه چې په ځمکه کې دي او هغه مخلوقات چې دخاورولا ندې دي، دا ټول الله تعالی پیداکړي او هغه یې مالک او کار ساز دی
وَإِن تَجْهَرْ بِٱلْقَوْلِ فَإِنَّهُۥ يَعْلَمُ ٱلسِّرَّ وَأَخْفَى ﴿٧﴾
او که ښکاره کړې -ای پېغمبره- ته وینا خپلې لره، او که پټه یې کړې نو بېشکه هغه پاک ذات په دغو ټولو پوهیږي، نو پس هغه عالم دی په پټو شیانو او په هغه څه چې هغه ډیر پټ دي لکه دزړه خبرې، په هغه باندې ددې څخه هیڅ شي هم پټ نشي پاتې کیدلی
ٱللَّهُ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ لَهُ ٱلْأَسْمَآءُ ٱلْحُسْنَىٰ ﴿٨﴾
الله تعالی دی نشته حقدار دبندګۍ پرته له هغه نه، یواځې هغه لره دي نومونه رسیدونکي کمال ته په ښایست کې
وَهَلْ أَتَىٰكَ حَدِيثُ مُوسَىٰٓ ﴿٩﴾
او یقینا راغلی تاته -ای پېغمبره- خبر دموسی بن عمران -علیه السلام-. مخ ۱ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
إِذْ رَءَا نَارًۭا فَقَالَ لِأَهْلِهِ ٱمْكُثُوٓا۟ إِنِّىٓ ءَانَسْتُ نَارًۭا لَّعَلِّىٓ ءَاتِيكُم مِّنْهَا بِقَبَسٍ أَوْ أَجِدُ عَلَى ٱلنَّارِ هُدًۭى ﴿١٠﴾
کله چې یې په خپل سفر کې اور ولیده، نو خپلې کور والا ته ئې وویل: تاسې په خپل دې ځای کې پاتی شئ، یقینا ما اور ولیده کیدای شي زه تاسې ته ددې اور نه یو لیتکی راوړم، او یا به بیاموم داسې څوک چې ما ته لا ر راوښايي
فَلَمَّآ أَتَىٰهَا نُودِىَ يَـٰمُوسَىٰٓ ﴿١١﴾
پس هر کله چې داور خوا ته راغی الله تعالی ورته داسې اواز وکړ: ای موسی!
إِنِّىٓ أَنَا۠ رَبُّكَ فَٱخْلَعْ نَعْلَيْكَ ۖ إِنَّكَ بِٱلْوَادِ ٱلْمُقَدَّسِ طُوًۭى ﴿١٢﴾
یقینا زه ستا رب یم نو وباسه خپلې څپلۍ لپاره دتیاري زما خاص خبرو ته، یقینا ته په پاکه دره د(طوی) کې ئې
وَأَنَا ٱخْتَرْتُكَ فَٱسْتَمِعْ لِمَا يُوحَىٰٓ ﴿١٣﴾
او ته ما غوره کړی ئې -ای موسی- زما دپېغام رسولو لپاره، نو زه چې تا ته کومه وحې کوم هغې ته غوږ کیږده
إِنَّنِىٓ أَنَا ٱللَّهُ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّآ أَنَا۠ فَٱعْبُدْنِى وَأَقِمِ ٱلصَّلَوٰةَ لِذِكْرِىٓ ﴿١٤﴾
یقینا زه الله تعالی یم نشته حقدار دبندګۍ زما نه پغېر، نو یواځې زما بندګي وکړه، او لمونځ په پوره توګه سره ادا کړه ددې لپاره چې ما پکې یاد کړې
إِنَّ ٱلسَّاعَةَ ءَاتِيَةٌ أَكَادُ أُخْفِيهَا لِتُجْزَىٰ كُلُّ نَفْسٍۭ بِمَا تَسْعَىٰ ﴿١٥﴾
یقینا قیامت راتلونکی دی خامخا او واقع کیدونکی دی، نږدی ده چې زه پټ کړم دې لره نو ددې دقاېمېدلو وخت هیڅ مخلوق نه پیژني، خو لیکن ددې علامې پیژني ځکه چې پېغمبر دوی په دې باندې خبر کړي؛ هر یو نفس ته به دهغه په عمل بدله ورکیدلی شي، که خیر وي او که شر
فَلَا يَصُدَّنَّكَ عَنْهَا مَن لَّا يُؤْمِنُ بِهَا وَٱتَّبَعَ هَوَىٰهُ فَتَرْدَىٰ ﴿١٦﴾
نو تا دې وانه ړوي دتصدیق کولو نه په قیامت باندې- او هغه ته دتیاري کولو نه په نیک عمل سره - هغه څوک چې ایمان پرې نه راوړي دکافرانو څخه، او تابعداري یې کړې دهغو کارونو چې ددې نفس غوښتلي دمحرماتو څخه، نو پس ددې په وجه به ته هم هلاک شې. وما تلك بيمينك يموس
وَمَا تِلْكَ بِيَمِينِكَ يَـٰمُوسَىٰ ﴿١٧﴾
او څه دی هغه شی چې ستا په ښي لا س کې دی ستا سره ای موسی؟ قال هى عصاى أتوك ؤا عليها وأهش بها عل غنمى ولى فيها مٔارب أخر
قَالَ هِىَ عَصَاىَ أَتَوَكَّؤُا۟ عَلَيْهَا وَأَهُشُّ بِهَا عَلَىٰ غَنَمِى وَلِىَ فِيهَا مَـَٔارِبُ أُخْرَىٰ ﴿١٨﴾
موسی-علیه السلام- وفرمایل: دا زما امسا ده؛ په تللو کې په دې باندې تکیه کوم، او راڅنډم په دې سره ونې ددې لپاره چې پاڼې یې زما ګډو ته راوغورځيږي، او زما لپاره په دې کې ددې نه په غیر نورې فایدې هم شته. قال ألقها يموس
قَالَ أَلْقِهَا يَـٰمُوسَىٰ ﴿١٩﴾
الله تعالی وفرمایل: وغورځوه دې لره ای موسی. مخ ۲ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر فألقىها فإذا هى حية تسعى
فَأَلْقَىٰهَا فَإِذَا هِىَ حَيَّةٌۭ تَسْعَىٰ ﴿٢٠﴾
نو موسی هغه وغورځوله، پس ناڅاپه هغه بدل شوه په مار باندې چې په تیزۍ سره سپکه روانه وه
قَالَ خُذْهَا وَلَا تَخَفْ ۖ سَنُعِيدُهَا سِيرَتَهَا ٱلْأُولَىٰ ﴿٢١﴾
الله تعالی موسی -علیه السلام- ته وویل: امسا دې ونېسه، او مه ویریږه دهغې دبدلېدلو نه په مار باندې، کله چې یې ته راواخلې مونږ به ئې بیرته خپل لومړڼي حالت ته راوګرځوو
وَٱضْمُمْ يَدَكَ إِلَىٰ جَنَاحِكَ تَخْرُجْ بَيْضَآءَ مِنْ غَيْرِ سُوٓءٍ ءَايَةً أُخْرَىٰ ﴿٢٢﴾
او پیوست کړه لا س خپل ګریوان ته راوبه وځي تک سپين پغیر دبرګي مرض نه؛ دا ستا لپاره دویمه معجزه ده
لِنُرِيَكَ مِنْ ءَايَـٰتِنَا ٱلْكُبْرَى ﴿٢٣﴾
مونږ تا ته دا دوه نښې دروښودلې ددې لپاره چې وښایو مونږ تا ته -ای موسی- زمونږ دلویو لویو نښو نه هغه چې دلالت کوونکي دي زمونږ په قدرت باندې، او په دې خبره چې بیشکه ته دالله تعالی له طرفه پیغمبر ئې
ٱذْهَبْ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ إِنَّهُۥ طَغَىٰ ﴿٢٤﴾
لاړ شه -ای موسی- فرعون ته، بېشکه هغه دحد نه وتلې په کفر او سرکشۍ کې په الله تعالی باندې
قَالَ رَبِّ ٱشْرَحْ لِى صَدْرِى ﴿٢٥﴾
وویل موسی -علیه السلام-: ای ربه زما! پرانېځه زما سینه دمصیبتونو برداشت کولو ته
وَيَسِّرْ لِىٓ أَمْرِى ﴿٢٦﴾
او اسان کړه ما ته کار ددعوت او تبلیغ زما
وَٱحْلُلْ عُقْدَةًۭ مِّن لِّسَانِى ﴿٢٧﴾
او ما لره طاقت راکړه دفصېح او واضحه خبرو کولو. يفقهوا قولى
يَفْقَهُوا۟ قَوْلِى ﴿٢٨﴾
ددې لپاره چې پوهه شي زما په خبرو کله چې ورته زه ستا پېغام ورسوم
وَٱجْعَل لِّى وَزِيرًۭا مِّنْ أَهْلِى ﴿٢٩﴾
او وګرځوه ما لره مرستیال زما دکورنۍ نه چې ما سره زما په چارو کې مرسته کوي. مخ ۳ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر هرون أ خى
هَـٰرُونَ أَخِى ﴿٣٠﴾
هارون بن عمران چې زما ورور دی
ٱشْدُدْ بِهِۦٓ أَزْرِى ﴿٣١﴾
مضبوطه کړه په دې سره ملا زما
وَأَشْرِكْهُ فِىٓ أَمْرِى ﴿٣٢﴾
او شرېک کړه دغه زما سره په پېغمبرۍ کې. كى نسبحك كثيرا
كَىْ نُسَبِّحَكَ كَثِيرًۭا ﴿٣٣﴾
ددې لپاره چې مونږ تسبېح ووایو ستا تسبېح ډیره. ونذكرك كثيرا
وَنَذْكُرَكَ كَثِيرًا ﴿٣٤﴾
او یاد کړو تا لره مونږ په ډیرو یادولو سره. إنك كنت بنا بصيرا
إِنَّكَ كُنتَ بِنَا بَصِيرًۭا ﴿٣٥﴾
بېشکه ته مونږ لره وینې، په تا باندې زمونږ دکار نه هیڅ شی هم پټ پاتي نه دی. قال قد أوتيت سؤلك يموس
قَالَ قَدْ أُوتِيتَ سُؤْلَكَ يَـٰمُوسَىٰ ﴿٣٦﴾
الله تعالی وفرماېل: بېشکه مونږ درکړي تا ته هغه څه چې تا غوښتلي ای موسی
وَلَقَدْ مَنَنَّا عَلَيْكَ مَرَّةً أُخْرَىٰٓ ﴿٣٧﴾
او یقېنا مونږ انعام کړی په تا باندې بل ځل
إِذْ أَوْحَيْنَآ إِلَىٰٓ أُمِّكَ مَا يُوحَىٰٓ ﴿٣٨﴾
کله چې الهام وکړو مونږ ستا مور ته هغه څه چې مونږ ورته الهام کاوه دهغې طرېقې نه چې الله تعالی پرې ته دوفرعون دچلواو فرېب نه وساتلې
أَنِ ٱقْذِفِيهِ فِى ٱلتَّابُوتِ فَٱقْذِفِيهِ فِى ٱلْيَمِّ فَلْيُلْقِهِ ٱلْيَمُّ بِٱلسَّاحِلِ يَأْخُذْهُ عَدُوٌّۭ لِّى وَعَدُوٌّۭ لَّهُۥ ۚ وَأَلْقَيْتُ عَلَيْكَ مَحَبَّةًۭ مِّنِّى وَلِتُصْنَعَ عَلَىٰ عَيْنِىٓ ﴿٣٩﴾
ى نو یقینا مونږ ورته امر کړی وکله چې ورته مونږ الهام کاوه: چې وغورځوه دې لره وروسته دپیدایښت دهغه نه په صندوق کې، او وغورځوه دا صندوق په دریاب کې، نو وبه غورځوي یې دریاب په غاړه زمونږ په امر، نو راوبه نیسې دې لره دښمن زما او دښمن دهغه، او هغه فرعون دی، او اچولې ما په تا باندې مینه او محبت زما له طرفه، نو خلکو تا سره مېنه پیداکړه، او ددې لپاره چې ستا پالنه زما دسترګو په وړاندې وشي او زما په حفاظت کې وشي. مخ ۴ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
إِذْ تَمْشِىٓ أُخْتُكَ فَتَقُولُ هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَىٰ مَن يَكْفُلُهُۥ ۖ فَرَجَعْنَـٰكَ إِلَىٰٓ أُمِّكَ كَىْ تَقَرَّ عَيْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ ۚ وَقَتَلْتَ نَفْسًۭا فَنَجَّيْنَـٰكَ مِنَ ٱلْغَمِّ وَفَتَنَّـٰكَ فُتُونًۭا ۚ فَلَبِثْتَ سِنِينَ فِىٓ أَهْلِ مَدْيَنَ ثُمَّ جِئْتَ عَلَىٰ قَدَرٍۢ يَـٰمُوسَىٰ ﴿٤٠﴾
ى ى کله چې ووتله خور ستا روانه وه په کوم طرف چې صندوق روان وڅاره یې دا صندوق، نو وئې ویل هغه چا ته چې دا صندوق یې ونېوه: آیا زه نه درښایم تاسې ته داسې څوک چې وبه ساتي دې لره او شیدې به ورکوي او پالنه به یې کوي؟ نو مونږ په تا باندې احسان وکړو چې ته مو خپلې مور ته بېرته راوګرځولې ددې لپاره چې هغه ستا په بېرته راګرځېدلو باندې خوشحاله شي، او ستا دوجې خفه نشي، او وواژه تا هغه قبطي چې تا په سوک وواهه، نو مونږ په تا باندې احسان وکړ چې ته مو د سزا نه بچ کړې، او ته مونږ بچ کړې څو څو وارې دهر قسم امتحان نه چې ته ورسره مخامخ شوی وې، پس ته ووتلې او دمدین والاو سره دې څو کاله تیر کړل، بیا ته راغلې په هغه وخت کې چې ستا لپاره لېکل شوي وو چې ته پکې راشې ددې لپاره چې ستا سره خبرې وشي ای موسی
وَٱصْطَنَعْتُكَ لِنَفْسِى ﴿٤١﴾
او غوره کړی ئې ته ما ددې لپاره چې ته زما لپاره استازی (پېغمبر) شې، رسوي به خلکو ته هغه وحې چې ما تاته کړې
ٱذْهَبْ أَنتَ وَأَخُوكَ بِـَٔايَـٰتِى وَلَا تَنِيَا فِى ذِكْرِى ﴿٤٢﴾
لاړ شه ته -ای موسی- او ورور ستا هارون، زمونږ په معجزاتو هغه چې دلالت کوونکي دي دالله تعالی په قدرت او یووالي دهغه، او تاسې کمزوري مه کوئ زما طرف ته په دعوت کولو کې، او زما په ذکر کولو (یادولو) کې
ٱذْهَبَآ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ إِنَّهُۥ طَغَىٰ ﴿٤٣﴾
لاړ شئ تاسې دواړه فرعون ته، بېشکه هغه دحد نه وتلی په کفر او سرکشۍ کې په الله تعالی باندې. فقولا له قولا لينا لعله يتذكرأو يخش
فَقُولَا لَهُۥ قَوْلًۭا لَّيِّنًۭا لَّعَلَّهُۥ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَىٰ ﴿٤٤﴾
نو ووایئ هغه ته وینا نرمه چې سختي پکې نه وي؛ شاید چې پند واخلي، او دالله تعالی څخه وویریږي نو توبه به وباسي
قَالَا رَبَّنَآ إِنَّنَا نَخَافُ أَن يَفْرُطَ عَلَيْنَآ أَوْ أَن يَطْغَىٰ ﴿٤٥﴾
موسی او هارون -علیهما السلام- وویل: بېشکه مونږ ویریږو ددې نه چې تلوار به وکړي په سزا کې مخکې دپوره کیدو ددعوت دهغه نه، او یا به دحد نه ووځي په مونږ باندې په ظلم کولو کې په وژلو او یا بل قسم ظلم سره
قَالَ لَا تَخَافَآ ۖ إِنَّنِى مَعَكُمَآ أَسْمَعُ وَأَرَىٰ ﴿٤٦﴾
ویې وییل: تاسې مه ویریږئ؛ یقینا زه ستاسې سره یم په مرسته او تایید کولو کې، اورم او وینم هغه څه چې ستاسو ترمنځ کیږي
فَأْتِيَاهُ فَقُولَآ إِنَّا رَسُولَا رَبِّكَ فَأَرْسِلْ مَعَنَا بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ وَلَا تُعَذِّبْهُمْ ۖ قَدْ جِئْنَـٰكَ بِـَٔايَةٍۢ مِّن رَّبِّكَ ۖ وَٱلسَّلَـٰمُ عَلَىٰ مَنِ ٱتَّبَعَ ٱلْهُدَىٰٓ ﴿٤٧﴾
نو ورشئ تاسې دواړه هغه ته نو ورته ووایئ: یقینا مونږ رسولان (استازي) یو ستا درب -ای فرعونه- نو ولېږه زمونږ سره بني اسرایېل، او دوی ته سزا مه ورکوه په وژلو د ځامنو ددوی، او په بې حیا کولو دزنانو ددوی، یقینا مونږ راغلي یو تا ته په دلېل سره ستا درب له طرفه زمونږ په ریښتنولۍ، او سلامتي ده له عذاب دالله تعالی نه هغه چا ته چې ایمان یې راوړی، او دالله تعالی دهدایت پیروي یې کړې. مخ ۵ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
إِنَّا قَدْ أُوحِىَ إِلَيْنَآ أَنَّ ٱلْعَذَابَ عَلَىٰ مَن كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰ ﴿٤٨﴾
بېشکه مونږ ته الله تعالی وحې کړې چې یقینا په دنیا او آخرت کې به عذاب په هغه چا وي چې نسبت ددروغو یې کړی دالله تعالی آیتونو ته، او مخ یې اړولی دهغه څه نه چې پېغمبرانو پرې راتلل کړي. قال فمن ر بكما يموس
قَالَ فَمَن رَّبُّكُمَا يَـٰمُوسَىٰ ﴿٤٩﴾
فرعون وویل په داسې حال کې چې منکر ود هغې وحې نه چې دې دواړو پرې راتلل کړي و: نو څوک دی رب ستاسې هغه چې تاسې ګومان کوئ چې هغه تاسې ما ته رالیږلي یاستئ ای موسی؟
قَالَ رَبُّنَا ٱلَّذِىٓ أَعْطَىٰ كُلَّ شَىْءٍ خَلْقَهُۥ ثُمَّ هَدَىٰ ﴿٥٠﴾
وویل موسی: رب زمونږ هغه ذات دی چې ورکړی ئې دی هر یو شي ته دهغه مناسب صورت او شکل، بیا یې ښودنه کړې مخلوقاتو ته چې دڅه لپاره یې پیدا کړي دي
قَالَ فَمَا بَالُ ٱلْقُرُونِ ٱلْأُولَىٰ ﴿٥١﴾
فرعون وویل: نو څه دی حال دپخوانیو امتونو کوم چې په کفر باندې وو؟
قَالَ عِلْمُهَا عِندَ رَبِّى فِى كِتَـٰبٍۢ ۖ لَّا يَضِلُّ رَبِّى وَلَا يَنسَى ﴿٥٢﴾
موسی -علیه السلام- فرعون ته وویل: علم دهغو حالاتو چې دغه امتونه پرې وو زما درب سره دی، لیکل شوی په لوح محفوظ کې، نه خطا کیږي رب زما ددوی په علم کې، او نه هیروي هغه څه چې یاد کړي یې دي ددوی نه
ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُمُ ٱلْأَرْضَ مَهْدًۭا وَسَلَكَ لَكُمْ فِيهَا سُبُلًۭا وَأَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءًۭ فَأَخْرَجْنَا بِهِۦٓ أَزْوَٰجًۭا مِّن نَّبَاتٍۢ شَتَّىٰ ﴿٥٣﴾
شت ى زما دهغه رب سره چې ګرځولې ئې ده تاسې لره ځمکه همواره داوسېدلو لپاره، او جوړې کړې یې دي تاسې لره په دې کې لا رې برابرې دتګ لپاره په هغوی باندې، او راورولي یې دي دبره نه اوبه دباران، پس راوباسو مونږ په دې اوبو سره بېلا بېل ډولونه دبوټو
كُلُوا۟ وَٱرْعَوْا۟ أَنْعَـٰمَكُمْ ۗ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّأُو۟لِى ٱلنُّهَىٰ ﴿٥٤﴾
خورئ -ای خلکو- دهغه څه نه چې راویستلي مونږ تاسې لره دپاکو شیانو نه، او څروئ په دې کې خپل څاروي، بېشکه په دې ذکر شویو نعمتونو کې خامخا دلیلونه دی دالله تعالی په قدرت او یووالي باندې دعقلونو والاو لره
۞ مِنْهَا خَلَقْنَـٰكُمْ وَفِيهَا نُعِيدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً أُخْرَىٰ ﴿٥٥﴾
دزمکې دخاورې نه مونږ ستاسې پلار آدم -علیه السلام- پیداکړی، او په دې کې به بېرته تاسې ورګرځوو په خښولو سره کله چې مړه شئ، او ددې نه به مو بېرته راوباسو بل کرت ددویم ځل زندګۍ لپاره دقیامت په ورځ. ولقد أرينهءايتنا كلها فكذ ب وأبى
وَلَقَدْ أَرَيْنَـٰهُ ءَايَـٰتِنَا كُلَّهَا فَكَذَّبَ وَأَبَىٰ ﴿٥٦﴾
او یقینا مونږ ورښودلې فرعون ته زمونږ نهه معجزات ټول، نو هغه دروغ وګڼلې دا ټولې، او بند شو دقبلولو دایمان نه په الله تعالی باندې. مخ ۶ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر قال أجئتنا لتخ رجنا من أرضنا بسح رك يموس
قَالَ أَجِئْتَنَا لِتُخْرِجَنَا مِنْ أَرْضِنَا بِسِحْرِكَ يَـٰمُوسَىٰ ﴿٥٧﴾
فرعون وویل: ایا ته مونږ ته راغلی ئې ددې لپاره چې وباسې مونږ دمصر نه دهغه جادو په وجه چې تا پرې راتلل کړي -ای موسی- ددې لپاره چې پاتي شي تاته پادشاهي دمصر؟
فَلَنَأْتِيَنَّكَ بِسِحْرٍۢ مِّثْلِهِۦ فَٱجْعَلْ بَيْنَنَا وَبَيْنَكَ مَوْعِدًۭا لَّا نُخْلِفُهُۥ نَحْنُ وَلَآ أَنتَ مَكَانًۭا سُوًۭى ﴿٥٨﴾
نو خامخا رابه وړو مونږ تاته -ای موسی- جادو ستا دجادو په شان، نو مقرر کړه زمونږ او ستا ترمنځ یوه نیټه په معلوم وخت کې او معلوم ځای کې، چې نه به وروسته کیږو مونږ دهغې نه او ته به هم دهغې نیټې څخه نه وروسته کیږې، او دا ځای باید ددواړو ترمنځ وي او هموار هم وي
قَالَ مَوْعِدُكُمْ يَوْمُ ٱلزِّينَةِ وَأَن يُحْشَرَ ٱلنَّاسُ ضُحًۭى ﴿٥٩﴾
موسی -علیه السلام- فرعون ته وویل: وعده زمونږ او ستاسې ترمنځ داختر ورځ شوه په کوم وخت کې چې خلک راجمع کیږي او خپل اختر (جشن) لمانځي د څاښت په وخت کې. فتولى فرعون فجمع كيده ثم أتى
فَتَوَلَّىٰ فِرْعَوْنُ فَجَمَعَ كَيْدَهُۥ ثُمَّ أَتَىٰ ﴿٦٠﴾
نو شا کړه فرعون او وګرځېده، او خپل چلونه او فریبونه یې راټول کړل، بیا راغې په هغه مقرر وخت کې مقرر ځای ته لپاره دغلبې حاصلولو (لپاره دمقابلې)
قَالَ لَهُم مُّوسَىٰ وَيْلَكُمْ لَا تَفْتَرُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًۭا فَيُسْحِتَكُم بِعَذَابٍۢ ۖ وَقَدْ خَابَ مَنِ ٱفْتَرَىٰ ﴿٦١﴾
موسی -علیه السلام- دفرعون جادوګرانو ته دنصیحت په ډول وویل: ځان وساتئ، په الله تعالی باندې دروغ مه جوړوئ دهغه جادو په وجه چې تاسې پرې خلک دوکه کوئ ګنې نو هغه به تاسې هلاک کړي په خپل عذاب سره، او یقینا تاواني شوی هغه څوک چې په الله تعالی ئې دروغ جوړکړي
فَتَنَـٰزَعُوٓا۟ أَمْرَهُم بَيْنَهُمْ وَأَسَرُّوا۟ ٱلنَّجْوَىٰ ﴿٦٢﴾
نو دیو بل سره مناظره (جګړه) وکړه جادوګرانو کله چې ئې دموسی -علیه السلام- خبرې واوریدلې، او په خپل منځ کې پټې مشورې وکړې
قَالُوٓا۟ إِنْ هَـٰذَٰنِ لَسَـٰحِرَٰنِ يُرِيدَانِ أَن يُخْرِجَاكُم مِّنْ أَرْضِكُم بِسِحْرِهِمَا وَيَذْهَبَا بِطَرِيقَتِكُمُ ٱلْمُثْلَىٰ ﴿٦٣﴾
ځینو جادوګرانو ځینو نورو ته په پټه وویل: بېشکه موسی او هارون جادوګران دي، غواړي چې تاسې په خپل راوړل شوي جادو باندې دمصر دښار نه وباسي، او ختم کړي ستاسې اوچت دود په زندګۍ کې، او ستاسې اوچت دین. ف
فَأَجْمِعُوا۟ كَيْدَكُمْ ثُمَّ ٱئْتُوا۟ صَفًّۭا ۚ وَقَدْ أَفْلَحَ ٱلْيَوْمَ مَنِ ٱسْتَعْلَىٰ ﴿٦٤﴾
نو تاسې خپل کار مضبوط کړئ، او په دې کې اختلاف مه کوئ، بیا مخکې شئ صف صف، او وغورځوئ هغه څه چې تاسې سره دي په یو ځل، او یقینا کامیاب شو په خپل مقصد باندې نن ورځ هغه څوک چې په خپل دښمن برلاسی شو
قَالُوا۟ يَـٰمُوسَىٰٓ إِمَّآ أَن تُلْقِىَ وَإِمَّآ أَن نَّكُونَ أَوَّلَ مَنْ أَلْقَىٰ ﴿٦٥﴾
جادوګرانو موسی -علیه السلام- ته وویل: ای موسی! ته یو ددوو کارونو څخه غوره کړه، یا دا چې ته لومړی خپل جادو وغورځوه، او یا به مونږ لومړی دا کار وکړو. مخ ۷ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قَالَ بَلْ أَلْقُوا۟ ۖ فَإِذَا حِبَالُهُمْ وَعِصِيُّهُمْ يُخَيَّلُ إِلَيْهِ مِن سِحْرِهِمْ أَنَّهَا تَسْعَىٰ ﴿٦٦﴾
موسی -علیه السلام- وویل: بلکې تاسې لومړی وغورځوئ هغه جادو چې ستاسې سره دی، نو هغوی وغورځولې هغه امساګانې او رسئ چې ددوی سره وي، نو پس ناڅاپه هغه رسۍ او امساګانې چې دوی وغورځولې موسی -علیه السلام- ته ددوی دجادو دوجې داسې په خیال کې راوستل کیدلې لکه دا چې ماران وي او په تیزۍ سره منډي وهي. فأ وجس فى نفسه خيفة م وس
فَأَوْجَسَ فِى نَفْسِهِۦ خِيفَةًۭ مُّوسَىٰ ﴿٦٧﴾
نو پټه کړه موسی -علیه السلام- ویره په خپل زړه کې ددوی دجادو دوجې
قُلْنَا لَا تَخَفْ إِنَّكَ أَنتَ ٱلْأَعْلَىٰ ﴿٦٨﴾
الله تعالی موسی -علیه السلام- ته وویل: په داسې حال کې چې ډاډ ئې ورکاوه: ته مه ویریږه دهغه څه نه چې تا ته په خيال کې ښکاره کېدل، یقینا ته -ای موسی- خاص همدا ته اوچت یې په دوی باندې په غلبې او مرستې سره
وَأَلْقِ مَا فِى يَمِينِكَ تَلْقَفْ مَا صَنَعُوٓا۟ ۖ إِنَّمَا صَنَعُوا۟ كَيْدُ سَـٰحِرٍۢ ۖ وَلَا يُفْلِحُ ٱلسَّاحِرُ حَيْثُ أَتَىٰ ﴿٦٩﴾
او وغورځوه امسا دې هغه چې ستا په ښي لا س کې ده ددې نه به اژدها مار جوړ شي او روغ به تېر کړي ټول هغه جادو چې دوی جوړ کړی، نو دوی چې څه جوړ کړي نه دي دا مګر جادويي چل، او جادوګر سړی هیڅکله نشي کامیابېدلی په خپل مقصد کې هر چېرته چې وي
فَأُلْقِىَ ٱلسَّحَرَةُ سُجَّدًۭا قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا بِرَبِّ هَـٰرُونَ وَمُوسَىٰ ﴿٧٠﴾
نو موسی -علیه السلام- خپله امسا وغورځوله پس ناڅاپه دهغې نه اژدها مار جوړ شو، او جادوګرانو چې څه جوړ کړی وهغه ټول ئې وخوړل (تیر یې کړل)، نو سجده وکړه ټولو جادوګرانو الله تعالی ته هر کله چې دوی پوهه شول چې هغه څه چې دموسی سره دي؛ جادو نه دی، بلکې دالله تعالی له لورې دی، نو دوی وویل: مونږ ایمان راوړی په رب دموسی او هارون، چې رب دټولو مخلوقاتو دی
قَالَ ءَامَنتُمْ لَهُۥ قَبْلَ أَنْ ءَاذَنَ لَكُمْ ۖ إِنَّهُۥ لَكَبِيرُكُمُ ٱلَّذِى عَلَّمَكُمُ ٱلسِّحْرَ ۖ فَلَأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُم مِّنْ خِلَـٰفٍۢ وَلَأُصَلِّبَنَّكُمْ فِى جُذُوعِ ٱلنَّخْلِ وَلَتَعْلَمُنَّ أَيُّنَآ أَشَدُّ عَذَابًۭا وَأَبْقَىٰ ﴿٧١﴾
ى فرعون وویل په داسې حال کې چې انکار کوونکی وپه جادوګرانو دهغوی دایمان دوجې، او ګواښ کوونکی وهغوی ته: آیا تاسې ایمان راوړی په موسی باندې مخکې ددې نه چې زه تاسې ته اجازه وکړم په دې کار سره؟! بېشکه موسی ستاسې مشر دی -ای جادوګرانو- هغه چې تاسې ته یې جادو درښودلی، نو پس خامخا به زه پرې کړم دهر یو کس ستاسې نه یوه پښه اولا س ادل بدل، او خامخا په سولۍ به کړم (ځوړند به کړم) بدنونه ستاسې دکجورو په تنو پورې تر دې چې تاسې مړه شئ، او دنورو خلکو لپاره عبرت شئ، او په دغه وخت کې به تاسې پوهه شئ چې کوم یو زمونږ څخه دډیر قوی او همیشني عذاب والا دی: زه او که دموسی رب؟!
قَالُوا۟ لَن نُّؤْثِرَكَ عَلَىٰ مَا جَآءَنَا مِنَ ٱلْبَيِّنَـٰتِ وَٱلَّذِى فَطَرَنَا ۖ فَٱقْضِ مَآ أَنتَ قَاضٍ ۖ إِنَّمَا تَقْضِى هَـٰذِهِ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَآ ﴿٧٢﴾
جادوګرانو فرعون ته وویل: مونږ هیڅکله نه غوره کوو ستا تابعداري -ای فرعونه- په تابعدارئ دهغو ښکاره ایتونو چې مونږ ته راغلي، او مونږ هیڅکله تا نه غوره کوو په الله تعالی هغه ذات چې مونږ یې پیداکړی یو، نو وکړه ته څه چې کوي په مونږ باندې، ستا په مونږ باندې زور نشته مګر په دې ختمېدونکي دنیا کې، او زر دی خامخا ختمه به شه ستا پادشاهي او زور. مخ ۸ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
إِنَّآ ءَامَنَّا بِرَبِّنَا لِيَغْفِرَ لَنَا خَطَـٰيَـٰنَا وَمَآ أَكْرَهْتَنَا عَلَيْهِ مِنَ ٱلسِّحْرِ ۗ وَٱللَّهُ خَيْرٌۭ وَأَبْقَىٰٓ ﴿٧٣﴾
بېشکه مونږ ایمان راوړی په خپل رب باندې امید دی چې لری به کړي زمونږ نه زمونږ پخواني ګناهونه دکفر او نورو نه، او لرې به کړي زمونږ نه ګناه دجادو هغه چې تا یې مونږ په یادولو مجبوره کړي وو په موسی باندې دکامیابۍ لپاره، او دالله تعالی سره غوره بدلې دي دهغه څه نه چې تا پرې مونږ سره وعدې کړي، او دهغه عذاب ډیر همیشنی دی دهغه عذاب نه چې تا پرې مونږ ته ګواښ کړی. إنه من يأت ربه مجرما فإن له جهنملا يموت فيها ولا يحي
إِنَّهُۥ مَن يَأْتِ رَبَّهُۥ مُجْرِمًۭا فَإِنَّ لَهُۥ جَهَنَّمَ لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا يَحْيَىٰ ﴿٧٤﴾
یقینا شان دا دی چې بېشکه څوک چې راشي دقیامت په ورځ خپل رب ته په داسې حال کې چې په هغه یې کفر کړی وي نو ددې لپاره دی اور دجهنم ورننوځي به دې ته، همېشه به وي په دې کې همېشه، نه به مړ کیږي په دې کې چې دهغه دعذاب نه په ارام شي، او نه به پکې ښایسته زندګي تیروي
وَمَن يَأْتِهِۦ مُؤْمِنًۭا قَدْ عَمِلَ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمُ ٱلدَّرَجَـٰتُ ٱلْعُلَىٰ ﴿٧٥﴾
او هغه څوک چې راشي خپل رب ته دقیامت په ورځ په داسې حال کې چې ایمان لري په هغه باندې او بېشکه کړي یې وي نیک عملونه، نو همدغه کسان چې دا لوی صفات لري یوازې دوی لره دي لوړې مرتبې، او اوچتې درجې
جَنَّـٰتُ عَدْنٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ خَـٰلِدِينَ فِيهَا ۚ وَذَٰلِكَ جَزَآءُ مَن تَزَكَّىٰ ﴿٧٦﴾
دغه درجې دا جنتونه دهمیشه اوسېدلو دي بهیږي به لا ندې دماڼیو (بنګلو) ددې ویالې، همیشه به وي دوی په دې کې همېشه، او دا ذکر شوي ثوابونه بدلې دهغه چا دي چې ځان ئې دکفر او ګناهونو څخه پاک وساته
وَلَقَدْ أَوْحَيْنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ أَنْ أَسْرِ بِعِبَادِى فَٱضْرِبْ لَهُمْ طَرِيقًۭا فِى ٱلْبَحْرِ يَبَسًۭا لَّا تَخَـٰفُ دَرَكًۭا وَلَا تَخْشَىٰ ﴿٧٧﴾
او بېشکه مونږ وحې کړې وه موسی -علیه السلام- ته: چې دشپې بوځه بندګان زما دمصر نه چې هیڅوک پرې پوهه نشي، او دوی لره په دریاب کې وچه لا ره جوړه کړه وروسته دوهلو دهغه نه په امسا سره، په امن کې به یاستې ددې نه به نه ویرېږې چې فرعون او دهغه لښکرې به تاسې رالاندې کړي، او په دریاب کې به د غرقېدلو څخه هم نه ویرېږئ
فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ بِجُنُودِهِۦ فَغَشِيَهُم مِّنَ ٱلْيَمِّ مَا غَشِيَهُمْ ﴿٧٨﴾
نو فرعون دخپلو لښکرو سره یو ځای په دوی پسې ورپسې شو، نو پټ کړو دې فرعون او دهغه لښکرو لره دریاب هغه هیبتناک شی چې دوی یې پټ کړل چې دهغه په حقیقت نه پوهېده مګر یوازې الله تعالی، نو ټول غرق شول او هلاک شول، او موسی -علیه السلام- او دهغه ملګري بچ شول. وأضل فرعون قومه وما هد
وَأَضَلَّ فِرْعَوْنُ قَوْمَهُۥ وَمَا هَدَىٰ ﴿٧٩﴾
او ګمراه کړو فرعون قوم خپل په هغه کفر سره چې دوی ته یې ښایسته کړی و، او په هغه باطل سره چې دوی یې پرې دوکه کړي وو، او دوی ته یې دهدایت لا ره نه وه ښودلې
يَـٰبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ قَدْ أَنجَيْنَـٰكُم مِّنْ عَدُوِّكُمْ وَوَٰعَدْنَـٰكُمْ جَانِبَ ٱلطُّورِ ٱلْأَيْمَنَ وَنَزَّلْنَا عَلَيْكُمُ ٱلْمَنَّ وَٱلسَّلْوَىٰ ﴿٨٠﴾
او مونږ بني اسرایېلو ته وویل وروسته ددې نه چې بچ مو کړل دفرعون او دهغه دلښکرو نه: ای بني اسرایېلو! بېشکه مونږ تاسې بچ کړئ ستاسې ددښمن نه، او ستاسې سره مو وعده کړې وه چې مونږ به دموسی سره خبرې کوو په ښي طرف دوادي کې کوم چې دطور غره په څنګ کې واقع دی، او په تاسو مو دتیه په میدان کې زمونږ دنعمتونو څخه نازل کړي وو ښایسته څښل لکه دشاتو په شان او وړه مرغئ دپاکي او ښاېسته غوښې والا دمړز په شان. مخ ۹ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
كُلُوا۟ مِن طَيِّبَـٰتِ مَا رَزَقْنَـٰكُمْ وَلَا تَطْغَوْا۟ فِيهِ فَيَحِلَّ عَلَيْكُمْ غَضَبِى ۖ وَمَن يَحْلِلْ عَلَيْهِ غَضَبِى فَقَدْ هَوَىٰ ﴿٨١﴾
خورئ تاسې دپاکو هغه شیانو څخه چې مونږ تاسې ته درکړي دحلالو خوراکونو څخه، او تاسې تیری مه کوئ دهغه څه نه چې مونږ تاسې ته حلال کړي هغه څه ته چې مونږ پر تاسې حرام کړي، کنه نازل به شي په تاسې باندې زما غضب، او په چا چې زما غضب نازل شو نو یقینا دا په دنیا او اخرت کې هلاک او بد بخته شو
وَإِنِّى لَغَفَّارٌۭ لِّمَن تَابَ وَءَامَنَ وَعَمِلَ صَـٰلِحًۭا ثُمَّ ٱهْتَدَىٰ ﴿٨٢﴾
او بېشکه زه ډیر بخښنه کوونکی او عفوه کوونکی یم هغه چا ته چې توبه وباسي ماته او ایمان راوړي، نیک عمل عمل وکړي او بیا په حق باندې کلک پاتي شي
۞ وَمَآ أَعْجَلَكَ عَن قَوْمِكَ يَـٰمُوسَىٰ ﴿٨٣﴾
او څه وجه ده چې ته په تلوار سره راغلې دخپل قوم نه -ای موسی- نو دهغوی نه مخکې شوې او هغوی دې شاته پریښودل؟
قَالَ هُمْ أُو۟لَآءِ عَلَىٰٓ أَثَرِى وَعَجِلْتُ إِلَيْكَ رَبِّ لِتَرْضَىٰ ﴿٨٤﴾
موسی-علیه السلام-وویل: دغه دی هغوی زما نه وروسته دي او زر دی چې زما سره به یو ځای شي، او زه دخپل قوم نه مخکې راغلم ددې لپاره چې ته زما نه راضي شې زما په تلوار کولو سره تا ته
قَالَ فَإِنَّا قَدْ فَتَنَّا قَوْمَكَ مِنۢ بَعْدِكَ وَأَضَلَّهُمُ ٱلسَّامِرِىُّ ﴿٨٥﴾
الله تعالی وفرماېل: پس بېشکه مونږ ستا قوم لره چې تا وروسته تر شا پریښی دی دخوسي په عبادت کولو امتحان کړ، نو یقېنا سامري هغوی دخوسي عبادت ته راوبلل، نو په دې سره یې ګمراه کړل
فَرَجَعَ مُوسَىٰٓ إِلَىٰ قَوْمِهِۦ غَضْبَـٰنَ أَسِفًۭا ۚ قَالَ يَـٰقَوْمِ أَلَمْ يَعِدْكُمْ رَبُّكُمْ وَعْدًا حَسَنًا ۚ أَفَطَالَ عَلَيْكُمُ ٱلْعَهْدُ أَمْ أَرَدتُّمْ أَن يَحِلَّ عَلَيْكُمْ غَضَبٌۭ مِّن رَّبِّكُمْ فَأَخْلَفْتُم مَّوْعِدِى ﴿٨٦﴾
أن يحل عليكم غضب من ر بكم فأخلفتم م وعدى نو موسی -علیه السلام- خپل قوم ته په غصه راغی ددوی دعبادت کولو دوجې خوسي لره، غمجن وپه دوی باندې، موسی -علیه السلام- وفرماېل: ای زما قومه! ایا وعده نه وه کړی الله تعالی ستاسې سره وعده ښاېسته چې په تاسې به تورات نازلوي، او تاسې به جنت ته داخلوي، نو آیا په تاسې دا وخت اوږد شو نو دا وعده مو هیره کړه؟ او که یا تاسې په خپل دې کار سره اراده کړې چې رانازل شي په تاسې باندې غضب ستاسې درب له طرفه، او په تاسې دهغه عذاب راشي، نو لدې امله تاسې زما دوعدې مخالفت وکړ، پدې سره چې کلک پاتې نه شوئ په تابعدارۍ زما، تر دې چې زه تاسې ته بېرته راشم؟!
قَالُوا۟ مَآ أَخْلَفْنَا مَوْعِدَكَ بِمَلْكِنَا وَلَـٰكِنَّا حُمِّلْنَآ أَوْزَارًۭا مِّن زِينَةِ ٱلْقَوْمِ فَقَذَفْنَـٰهَا فَكَذَٰلِكَ أَلْقَى ٱلسَّامِرِىُّ ﴿٨٧﴾
دموسی -علیه السلام- قوم وویل: مونږ وعده خلافي نه ده کړی ستا دوعدې -ای موسی- په خپل اختیار سره، بلکې مونږ مجبور شو، نو یقېنا مونږ ته رابار شو پیټي د ګناهونو دوجې دګاڼې دفرعونیانو، نو مونږ هغه په یوه کنستل شوي کنده کې وغورځول دهغه نه دخلاصي په خاطر، نو لکه څرنګه چې مونږ هغه په کنستل شوي کنده کې وغورځول همدغه شان سامري هم هغه خاوره واچوله کومه چې دهغه سره وه دجبریل -علیه السلام- داس دقدم څخه
فَأَخْرَجَ لَهُمْ عِجْلًۭا جَسَدًۭا لَّهُۥ خُوَارٌۭ فَقَالُوا۟ هَـٰذَآ إِلَـٰهُكُمْ وَإِلَـٰهُ مُوسَىٰ فَنَسِىَ ﴿٨٨﴾
نو سامري ددغو ګاڼو څخه بني اسرایېلو لره دخوسي جسد راوویسته چې روح پکې نه و، دغوا په شان اواز به یې کاوه، نو کوم کسان چې اخته شوي ود دوی نه د سامري په کار باندې هغوی ووېل: دا ستاسې معبود دی او دموسی معبود هم دی، هغه دا هیر کړی او دلته یې پریښودلی. مخ ۱۰ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ر أفلا يرون ألا يرجع إليهم قولا ولا يملك لهم ض اولا نفعا
أَفَلَا يَرَوْنَ أَلَّا يَرْجِعُ إِلَيْهِمْ قَوْلًۭا وَلَا يَمْلِكُ لَهُمْ ضَرًّۭا وَلَا نَفْعًۭا ﴿٨٩﴾
آیا نه ګوري دا کسان چې فتنه کې واقع شوي دخوسي په وجه نو بندګي یې ورله شروع کړې، بېشکه خوسی چې دی نه ددوی سره خبرې کولی شي او نه ورته څه جواب ورکولی شي، او طاقت نه لري په دفع کولو دضرر ددوی نه او نه دنور چا نه، او طاقت نه لري دفاېدې رسولو خپل ځان ته، او نه بل چا ته
وَلَقَدْ قَالَ لَهُمْ هَـٰرُونُ مِن قَبْلُ يَـٰقَوْمِ إِنَّمَا فُتِنتُم بِهِۦ ۖ وَإِنَّ رَبَّكُمُ ٱلرَّحْمَـٰنُ فَٱتَّبِعُونِى وَأَطِيعُوٓا۟ أَمْرِى ﴿٩٠﴾
او یقېنا ویلي ودوی ته هارون -علیه السلام- مخکې دراتللو دموسی -علیه السلام- نه: نه دی په شکل دخوسي کې دسرو زرو نه او اواز دهغه مګر ازمېښت دي په تاسو ددې لپاره چې ښکاره شي مومن له کافر څخه، او یقېنا رب ستاسې -ای قومه- هغه ذات دی چې واک لري دمهربانۍ او رحمت، نه هغه څوک چې اختیار نه لري تاسې نه دضرر دفع کولو او یا دفاېدې دررسولو، پاتې لا دا چې په تاسې دې رحم وکړي، نو زما تابعداري وکړئ یواځې دالله تعالی په بندګۍ کې، او زما خبره ومنئ په پريښودلو دبندګۍ دبل چا کې. قالوا لن نبرح عليه عكفين حت يرجع إلينا موس
قَالُوا۟ لَن نَّبْرَحَ عَلَيْهِ عَـٰكِفِينَ حَتَّىٰ يَرْجِعَ إِلَيْنَا مُوسَىٰ ﴿٩١﴾
وویل هغو کسانو چې په امتحان کې غورځېدلي وو دخوسي په عبادت سره: مونږ به همېشه دخوسي په بندګۍ باندې یو تر دې چې بېرته راوګرځي مونږ ته موسی
قَالَ يَـٰهَـٰرُونُ مَا مَنَعَكَ إِذْ رَأَيْتَهُمْ ضَلُّوٓا۟ ﴿٩٢﴾
موسی -علیه السلام- خپل ورور هارون -علیه السلام- ته ووېل: څه شي ته منع کړی وې کله چې تا لېدلي وو دوی چې ګمراه شوي وو دخوسي په بندګۍ کولو سره پغېر له الله تعالی نه
أَلَّا تَتَّبِعَنِ ۖ أَفَعَصَيْتَ أَمْرِى ﴿٩٣﴾
چې تا دوی پرېښودلې وو او په ما پسې راغلی وې؟! ایا تا زما دامر نافرماني وکړه کله چې ما ته په دوی باندې خلیفه (نایب) مقرر کړی وې
قَالَ يَبْنَؤُمَّ لَا تَأْخُذْ بِلِحْيَتِى وَلَا بِرَأْسِىٓ ۖ إِنِّى خَشِيتُ أَن تَقُولَ فَرَّقْتَ بَيْنَ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ وَلَمْ تَرْقُبْ قَوْلِى ﴿٩٤﴾
او هر کله چې موسی-علیه السلام- دخپل ورور ږېره او دسر وېښتان ونېول او خپل ځان طرف ته یې راکش کړ په داسې حال کې چې انکار کوونکی وپه هغه باندې دهغه ددې کار په وجه؛ هارون -علیه السلام- ورته وویل په داسې حال کې چې دهغه نه یې دمهربانۍ او نرمۍ غوښتنه کوله: زما ږېره او دسر ویختان مه نېسه، ځکه زما سره یو عذر شته زما دپاتي کېدلو دهغوی سره، نو بېشکه زه ویرېدلم که دوی یواځې پريږدم نو دوی به یو بل سره اختلاف پیداکړي، نو ته به بېا وایې: تا د دوی ترمنځ اختلاف پیداکړی، او ددوی باره کې دې زما وصیت نه دی ساتلی. قال فما خطبك يسمرى
قَالَ فَمَا خَطْبُكَ يَـٰسَـٰمِرِىُّ ﴿٩٥﴾
موسی -علیه السلام- سامري ته ووېل: څه دی لوی کار ستا ای سامري؟ او څه شي ته دې کار ته مجبوره کړې؟
قَالَ بَصُرْتُ بِمَا لَمْ يَبْصُرُوا۟ بِهِۦ فَقَبَضْتُ قَبْضَةًۭ مِّنْ أَثَرِ ٱلرَّسُولِ فَنَبَذْتُهَا وَكَذَٰلِكَ سَوَّلَتْ لِى نَفْسِى ﴿٩٦﴾
سامري موسی -علیه السلام- ته ووېل: ما لېدلي وو هغه څه چې دوی نه وو لېدلي، پس بېشکه ما جبریل په اس باندې لیدلی وو، نو ما راواخېسته یوه لپه دخاورې د هغه داس دپښو دقدم نه، نو هغه ما په دې ویلي کړی شوی دخوسي په شکل کې ګاڼه باندې واچوله، نو ددې نه یو خوسی جوړ شو چې اواز یې درلود، او همدارنګه ښاېسته کړی وما ته زما نفس ما چې کوم کار کړی دی. مخ ۱۱ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قَالَ فَٱذْهَبْ فَإِنَّ لَكَ فِى ٱلْحَيَوٰةِ أَن تَقُولَ لَا مِسَاسَ ۖ وَإِنَّ لَكَ مَوْعِدًۭا لَّن تُخْلَفَهُۥ ۖ وَٱنظُرْ إِلَىٰٓ إِلَـٰهِكَ ٱلَّذِى ظَلْتَ عَلَيْهِ عَاكِفًۭا ۖ لَّنُحَرِّقَنَّهُۥ ثُمَّ لَنَنسِفَنَّهُۥ فِى ٱلْيَمِّ نَسْفًا ﴿٩٧﴾
موسی -علیه السلام- سامري ته وویل: لاړ شه ته نو یقېنا تا لره دا خبره ده چې ته به وایې تر څو چې ته ژوندی یې: نه زه دچا سره لا س لګوم او نه دې زما سره څوک لا س لګوي، نو ته به اوسېږې شړل شوی (یوازې پريښودل شوی)، او یقېنا شته دی ستا لپاره یوه نېټه دقیامت په ورځ چې ستا سره به حساب کیږي او تا ته به پکې سزا درکول کېږي، الله تعالی به دې له دې نېټي نه وروسته کوي، او وګوره خپل خوسي ته چې تا ترې معبود جوړ کړی و، او ددې په بندګۍ باندې ولاړ وې پغېر له الله تعالی نه، مونږ به خامخا په دې باندې اور لګوو تر څو چې ویلي شي، بیا به وغورځوو مونږ دې لره په دریاب کې تر دې چې هیڅ اثر یې پاتې نشي
إِنَّمَآ إِلَـٰهُكُمُ ٱللَّهُ ٱلَّذِى لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۚ وَسِعَ كُلَّ شَىْءٍ عِلْمًۭا ﴿٩٨﴾
بېشکه معبود ستاسې په حقه سره -ای خلکو- هغه الله تعالی دی نشته څوک حقدار دبندګۍ په حقه سره پغیر له هغه نه، هر یو شی یې په خپل علم کې راګیر کړی، نو دهغه پاک ذات څخه دهیڅ شي علم نشي پاتي کیدلی
كَذَٰلِكَ نَقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنۢبَآءِ مَا قَدْ سَبَقَ ۚ وَقَدْ ءَاتَيْنَـٰكَ مِن لَّدُنَّا ذِكْرًۭا ﴿٩٩﴾
لکه څرنګه چې مونږ تا ته دموسی او فرعون قصه وکړه -ای پېغمبره- او قصه دقومونو دهغو دواړو همدارنګه مونږ بیانوو په تا باندې خبرونه او قصې دهغو پېغمبرانو او امتونو چې ستا څخه مخکې تیر شوي ددې لپاره چې دا ستا لپاره تسلي شي، او یقېنا مونږ درکړی تا ته زمونږ له طرفه قرآن کریم په دې سره پند اخلي هغه څوک چې پند یې پرې اخیستلی
مَّنْ أَعْرَضَ عَنْهُ فَإِنَّهُۥ يَحْمِلُ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ وِزْرًا ﴿١٠٠﴾
چا چې مخ واړوه لدې قرآن کریم څخه کوم چې په تا باندې نازل شوی او ایمان یې پرې رانه وړ، او په هغه څه یې عمل ونه کړ کوم چې په دې کې دي؛ نو دا به د قیامت په ورځ راځي په داسې حال کې چې باروونکی به وي ډیرې لویې ګناه لره، او ددردناک عذاب مستحق به وي
خَـٰلِدِينَ فِيهِ ۖ وَسَآءَ لَهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ حِمْلًۭا ﴿١٠١﴾
وي به په دغه عذاب کې دهمېشه لپاره، او ډیر بد دی هغه پېټی چې دوی به یې باروي دقیامت په ورځ
يَوْمَ يُنفَخُ فِى ٱلصُّورِ ۚ وَنَحْشُرُ ٱلْمُجْرِمِينَ يَوْمَئِذٍۢ زُرْقًۭا ﴿١٠٢﴾
په هغې ورځ چې ملاېک به په شپېلۍ کې دبېرته راژوندي کولو لپاره دویم پوکی وکړي، او راټول به کړو مونږ کافران په دغه ورځ سترګې به ئې شنې وي دوجې د بدلېدلو درنګونو او سترګو ددوی داخرت دهغو ډیرو سختو حالاتو له وجې چې دوی ورسره مخامخ شوي. يتخفتون بينهم إ نلبثتم إ ل اعشرا
يَتَخَـٰفَتُونَ بَيْنَهُمْ إِن لَّبِثْتُمْ إِلَّا عَشْرًۭا ﴿١٠٣﴾
دوی به په خپل منځ کې پټې پټې خبرې کوي چې: تاسې دمرګ نه وروسته په برزخ کې وخت نه وو تیر کړی مګر لس شپې. ن حن أعلم بما يقولون إ ذ يقول أمثلهم طريقة إ نلبثتم إ ل ايوما
نَّحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَقُولُونَ إِذْ يَقُولُ أَمْثَلُهُمْ طَرِيقَةً إِن لَّبِثْتُمْ إِلَّا يَوْمًۭا ﴿١٠٤﴾
مونږ ښه پوهېږو په هغو پټو خبرو چې دوی یې کوي، زمونږ څخه دهغوی هیڅ شی هم نشي پاتي کیدلی، کله چې ووایي ددوی عقلمند: تاسې وخت نه دی تیر کړی دمرګ نه وروسته (برزخ کې) مګر یوه ورځ، نه ددې نه زیات. مخ ۱۲ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَيَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلْجِبَالِ فَقُلْ يَنسِفُهَا رَبِّى نَسْفًۭا ﴿١٠٥﴾
او پوښتنه کوي دوی ستا څخه -ای پېغمبره- دغرونو په باره کې دقیامت په ورځ، نو ته ورته ووایه: غرونه چې دي وبه باسي دې لره رب زما دبیخ نه او بیا به ئې والوځوي، نو شي به په شان دهوا. فيذرها قاعا صفصفا
فَيَذَرُهَا قَاعًۭا صَفْصَفًۭا ﴿١٠٦﴾
نو پرې به ږدي ځمکه هغه چې دا غرونه یې بار کړي همواره چې هیڅ ابادي او بوټي به پرې نه وي
لَّا تَرَىٰ فِيهَا عِوَجًۭا وَلَآ أَمْتًۭا ﴿١٠٧﴾
ته به نه وینې -ای دې ته کتوونکېه- په ځمکه کې دهغې دپوره برابروالي دوجې نه هیڅ کوږوالی او نه اوچتوالی او نه ټیټوالی
يَوْمَئِذٍۢ يَتَّبِعُونَ ٱلدَّاعِىَ لَا عِوَجَ لَهُۥ ۖ وَخَشَعَتِ ٱلْأَصْوَاتُ لِلرَّحْمَـٰنِ فَلَا تَسْمَعُ إِلَّا هَمْسًۭا ﴿١٠٨﴾
په دغه ورځ کې به خلک دبلونکي اواز پسې ورپسې وي دمحشر طرف ته، دوی لره به هیڅ کوږوالی نه وي دهغه دتابعدارۍ نه، او ټول اوازونه به رحمان ذات ته چپ شي دهغه دهیبت دوجې، نو ته به په دغه ورځ کې نه اورې مګر په ورو اواز (د قدمونو کشار)
يَوْمَئِذٍۢ لَّا تَنفَعُ ٱلشَّفَـٰعَةُ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ ٱلرَّحْمَـٰنُ وَرَضِىَ لَهُۥ قَوْلًۭا ﴿١٠٩﴾
په دغه لویه ورځ کې به فاېده نه ورکوي سپارښتنه دهیچا مګر دهغه چا چې الله تعالی ورته اجازه ورکړي وي چې سپارش وکړي، او دهغه وینا په سپارش کې دالله تعالی خوښه شوي وي. يعلمما بين أيديهم وما خلفهم ولا يحيطون به علما
يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِهِۦ عِلْمًۭا ﴿١١٠﴾
عالم دی الله پاک په هغه څه چې دا خلک به ورسره په راتلونکي کې مخامخ کيږي دقیامت دحالاتو نه، او عالم دی په هغه څه چې دوی پرېښودي په خپله دنېا کې، او نشي راګېرولی ټول بندګان دالله تعالی ذات او صفات په خپلو علمونو کې
۞ وَعَنَتِ ٱلْوُجُوهُ لِلْحَىِّ ٱلْقَيُّومِ ۖ وَقَدْ خَابَ مَنْ حَمَلَ ظُلْمًۭا ﴿١١١﴾
او عاجزه او ذلېله شوي مخونه دټولو بندګانو خاص همېشه ژوندي ذات ته چې نه مړ کېږي، برابروونکی دی دخپلو بندګانوو دټولو چارو او یقېنا تاواني دی هغه څوک چې دګناه پیټی یې بار کړی په ننویستلو دخپل ځان سره دهلاکت ځایونو ته
وَمَن يَعْمَلْ مِنَ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ وَهُوَ مُؤْمِنٌۭ فَلَا يَخَافُ ظُلْمًۭا وَلَا هَضْمًۭا ﴿١١٢﴾
او څوک چې وکړي نیک عملونه پداسې حال کې چې دا ایمان لري په الله تعالی او دهغه په پېغمبرانو نو زر دی چې وبه ویني هغه خپله بدله پوره پوره، او نه به وېرېږي دظلم نه داسې چې دې ته به په هغې ګناه سزا ورکړل شي چېي دې نه ده کړې، او نه به ددې دنېک عمل دثواب نه څه شی کم شي
وَكَذَٰلِكَ أَنزَلْنَـٰهُ قُرْءَانًا عَرَبِيًّۭا وَصَرَّفْنَا فِيهِ مِنَ ٱلْوَعِيدِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ أَوْ يُحْدِثُ لَهُمْ ذِكْرًۭا ﴿١١٣﴾
او لکه څرنګه چې مونږ نازل کړي دي دپخوانیو کیسې همدغه شان نازل کړی مونږ دا قرآن کریم په عربي ښکاره (فصېحه) ژبه او مونږ په دې کې بیان کړي مختلف قسمونه دګواښونو او وېرې ورکولو نه؛ شاید چې دوی دالله تعالی څخه ووېرېږي، او یا به دا قرآن کرېم دوی لره پند جوړ کړي او عبرت به ترې واخلي. مخ ۱۳ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
فَتَعَـٰلَى ٱللَّهُ ٱلْمَلِكُ ٱلْحَقُّ ۗ وَلَا تَعْجَلْ بِٱلْقُرْءَانِ مِن قَبْلِ أَن يُقْضَىٰٓ إِلَيْكَ وَحْيُهُۥ ۖ وَقُل رَّبِّ زِدْنِى عِلْمًۭا ﴿١١٤﴾
نو اوچت دی الله تعالی او پاک دی، بادشاه دی هغه ذات چې هغه لره بادشاهي دهر یو شي ده، هغه ذات چې هغه حق دی او وینا یې هم حقه ده، اوچت او پاک دی دهغو صفاتو نه چې مشرکین یې ورله بیانوي، او ته تلوار مه کوه -ای پېغمبره- دقران کرېم په لوستلو دجبرېل سره وړاندې لدې چې هغه یې تاته تمام کړي، او ووایه: ای زما ربه! زیاته کړې مالره پوه دهغې پوهې سربیره چې تا راکړې ده
وَلَقَدْ عَهِدْنَآ إِلَىٰٓ ءَادَمَ مِن قَبْلُ فَنَسِىَ وَلَمْ نَجِدْ لَهُۥ عَزْمًۭا ﴿١١٥﴾
او یقېنا حکم کړی ومونږ ادم -علیه السلام- ته مخکې له ونې څخه دنه خوړلو، او مونږ ددې نه منع کړی و، او ددې نه دخوړلو انجام مو ورته هم بیان کړی و، نو هغه دا حکم هیر کړی واو ددغې ونې نه یې خوراک وکړ، او دهغې نه یې ځان ونه ساته او مونږ نه وموندلې هغه لره پوخ عزم په ساتلو دهغه څه چې مونږ ورته پرې حکم کړی و
وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَـٰٓئِكَةِ ٱسْجُدُوا۟ لِـَٔادَمَ فَسَجَدُوٓا۟ إِلَّآ إِبْلِيسَ أَبَىٰ ﴿١١٦﴾
او یاد کړه -ای پېغمبره- کله چې مونږ ووېل ملاېکو ته: سجده وکړئ ادم ته سجده داحترام، نو ټولو سجده وکړه مګر ابلېس -کوم چې ددوی سره وخو ددوی د جنس څخه نه و- بند شو دسجدې کولو نه دتکبر دوجې. و
فَقُلْنَا يَـٰٓـَٔادَمُ إِنَّ هَـٰذَا عَدُوٌّۭ لَّكَ وَلِزَوْجِكَ فَلَا يُخْرِجَنَّكُمَا مِنَ ٱلْجَنَّةِ فَتَشْقَىٰٓ ﴿١١٧﴾
پس ووېل مونږ: ای آدمه! بېشکه دا ابلېس دښمن ستا دی او دښمن ستا دښځې دی، پس ودې نه باسي تا لره او بي بي ستا له جنته په خپلې تابعدارۍ سره، دهغو وسوسو په وجه چې کوي یې،نو ته به په تکلېف او مشقت کې پرېوځې. إن لك ألا تجوع فيها ولا تعر
إِنَّ لَكَ أَلَّا تَجُوعَ فِيهَا وَلَا تَعْرَىٰ ﴿١١٨﴾
یقېنا ستا لپاره په الله تعالی باندې دا دي چې خوراک به درکوي په جنت کې نو نه به وږی کیږې، او جامې به درکوي نو نه به بربنډېږې. وأنك لا تظمؤا فيها ولا تضح
وَأَنَّكَ لَا تَظْمَؤُا۟ فِيهَا وَلَا تَضْحَىٰ ﴿١١٩﴾
او څښاک به درکوي نو نه به تږی کیږې، او سوری به درباندې راولي نو دلمر ګرمي به درته نه رسېږي
فَوَسْوَسَ إِلَيْهِ ٱلشَّيْطَـٰنُ قَالَ يَـٰٓـَٔادَمُ هَلْ أَدُلُّكَ عَلَىٰ شَجَرَةِ ٱلْخُلْدِ وَمُلْكٍۢ لَّا يَبْلَىٰ ﴿١٢٠﴾
پس وسوسه واچوله شیطان آدم ته، او ورته یې ووېل: آیا نه درښاېم زه تا ته داسې یوه ونه چا چې دهغې نه خوراک وکړ نو هیڅکله به نه مړ کېږي، بلکې همېشه به ژوندی پاتي کیږي، او داسې پاچاهي به حاصلوي چې همېشه به وي نه به پرې کیږي او نه به ختمېږي
فَأَكَلَا مِنْهَا فَبَدَتْ لَهُمَا سَوْءَٰتُهُمَا وَطَفِقَا يَخْصِفَانِ عَلَيْهِمَا مِن وَرَقِ ٱلْجَنَّةِ ۚ وَعَصَىٰٓ ءَادَمُ رَبَّهُۥ فَغَوَىٰ ﴿١٢١﴾
پس خوراک وکړ ادم او حواء دهغې ونې نه چې دا دواړه یې دخوراک نه منعه شوي وو، نو ښکاره شو دې دواړو ته عورتونه ددوی وروسته له دې نه چې پټ وو، او شروع شول دا دواړه چې راشکولی یې پاڼي دجنت دونو نه، او په دې سره یې خپل عورتونه پټول، او خلاف وکړ ادم دحکم درب خپل ځکه چې دهغه حکم یې عملي نه کړ په ځان ساتلو سره دخوراک ددغې ونې نه، نو تجاوز یې وکړ هغه څه ته چې ده لره نه وو جاېز. مخ ۱۴ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
ثُمَّ ٱجْتَبَـٰهُ رَبُّهُۥ فَتَابَ عَلَيْهِ وَهَدَىٰ ﴿١٢٢﴾
بیا غوره کړ هغه لره الله تعالی او دهغه توبه یې قبوله کړه، او توفېق یې ورکړود سمې لا رې طرف ته
قَالَ ٱهْبِطَا مِنْهَا جَمِيعًۢا ۖ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّۭ ۖ فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُم مِّنِّى هُدًۭى فَمَنِ ٱتَّبَعَ هُدَاىَ فَلَا يَضِلُّ وَلَا يَشْقَىٰ ﴿١٢٣﴾
الله تعالی ادم او حواء ته ووېل: کوز شئ دجنت نه تاسې دواړه او ابلېس هم، نو پس یقېنا هغه ستاسې ددواړو دښمن دی او تاسې دواړه دهغه دښمنان یاست، نو پس که راشي تاسې ته زما له طرفه بیان زما دلارې: نو ستاسې څخه چې چا زما دلارې دبیان تابعداري وکړه، او په هغه یې عمل وکړ او کوږ ترې نه شو؛ نو بېشکه دې به دحق څخه نه بې لا رې کیږي، او په آخرت کې به هم بدبخته نشي په عذاب سره، بلکې الله تعالی به یې جنت ته داخلوي
وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِى فَإِنَّ لَهُۥ مَعِيشَةًۭ ضَنكًۭا وَنَحْشُرُهُۥ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ أَعْمَىٰ ﴿١٢٤﴾
او هر چا چې زما دیاداشت نه مخ واړاوه او قبول یې نه کړ او هغه یې ونه مانه نو یقېنا وي به ده لره تنګه زندګي په دنیا کې او په برزخ کې (د مرګ نه وروسته تر قیامته پورې)، او راکش به کړو ده لره دمحشر میدان ته دقیامت په ورځ پداسې حال کې چې سترګې او دلېل دواړه به ترې ورک وي
قَالَ رَبِّ لِمَ حَشَرْتَنِىٓ أَعْمَىٰ وَقَدْ كُنتُ بَصِيرًۭا ﴿١٢٥﴾
وایې به دا مخ اړوونکی دذکر نه: ای زما ربه! ولې دی نن ورځ زه ړوند راپورته کړم، حال دا چې زه په دنیا کې بینا (لېدونکی) وم
قَالَ كَذَٰلِكَ أَتَتْكَ ءَايَـٰتُنَا فَنَسِيتَهَا ۖ وَكَذَٰلِكَ ٱلْيَوْمَ تُنسَىٰ ﴿١٢٦﴾
الله تعالی ورته په جواب کې ووېل: همدغه شان کارونه تا په دنیا کې کړي وو، نو یقېنا راغلي وو تا ته ایتونه زمونږ نو تا ترې مخ اړولی واو پریښودي دی وو، او همدارنګه ته به نن ورځ په عذاب کي پريښودل کیږې
وَكَذَٰلِكَ نَجْزِى مَنْ أَسْرَفَ وَلَمْ يُؤْمِنۢ بِـَٔايَـٰتِ رَبِّهِۦ ۚ وَلَعَذَابُ ٱلْـَٔاخِرَةِ أَشَدُّ وَأَبْقَىٰٓ ﴿١٢٧﴾
او ددې په شان سزا مونږ هغه چا ته ورکوو چې په حرامو شهوتونو کې ننوتلی وي، او دایمان نه یې مخ اړولی وي سره دښکاره دلیلونو څخه دخپل رب له طرفه، او بېشکه عذاب دالله تعالی په آخرت کې ډیر سخت او قوي دي ددنیا او برزخ دتنګې زندګۍ نه او همېشنی هم دی
أَفَلَمْ يَهْدِ لَهُمْ كَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّنَ ٱلْقُرُونِ يَمْشُونَ فِى مَسَـٰكِنِهِمْ ۗ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّأُو۟لِى ٱلنُّهَىٰ ﴿١٢٨﴾
آیا نه دي ښکاره شوي مشرکېنو ته ډیر دهغو امتونو چې مونږ ددوی نه مخکې هلاک کړي، دوی ګرځي په کورونو دهغو هلاک شوو امتونو کې، او دهغوی د هلاکت اثار ویني، یقېنا په هغه عذاب کې چې دغو امتونو ته رسېدلی ود هلاکت او ویجاړېدلو نه، خامخا عبرتونه دي دعقلمندوم خلکو لپاره. ولولا كلمة سبقت من ر بك لكان لزاما وأجل م س ى
وَلَوْلَا كَلِمَةٌۭ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ لَكَانَ لِزَامًۭا وَأَجَلٌۭ مُّسَمًّۭى ﴿١٢٩﴾
او که چېرې نه وی هغه خبره چې ستا درب له طرفه مخکې شوې -ای پېغمبره- چې بېشکه هغه هیچا ته هم مخکې ددلېل قاېمولو نه عذاب نه ورکوي، او که چېرته دهغه سره نه وه مقرره نېته ددوي لپاره نو خامخا په تلوار سره به ئې هغوی ته عذاب ورکړی و؛ ځکه چې هغوی مستحق دي ددې عذاب. مخ ۱۵ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
فَٱصْبِرْ عَلَىٰ مَا يَقُولُونَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ ٱلشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا ۖ وَمِنْ ءَانَآئِ ٱلَّيْلِ فَسَبِّحْ وَأَطْرَافَ ٱلنَّهَارِ لَعَلَّكَ تَرْضَىٰ ﴿١٣٠﴾
ى نو صبر کوه -ای پېغمبره- په هغو خبرو چې تا ته ددروغو نسبت کوونکي خلک یې وایي دباطلو صفتونو نه، او پاکي بیانوه سره دحمدونو درب ستا نه دسهار په لمانځه کې مخکې دلمر راختلو نه، او دمازدېګر په لمانځه کې مخکې دلمر پرېوتلو نه، او دماښام او ماخوستن په لمونځونو کې دشپي په څه برخو کې، او د ماسپخین په لمانځه کې دلمر دکږېدلو په وخت وروسته دختمېدو دورځې دلمړۍ حصې نه او دماښام په لمانځه کې دورځې ددویمې حصې دختمېدو نه وروسته؛ شاېد چې ته حاصل کړې دالله تعالی په نیزد هغه ثوابونه چې ته پرې راضي شې
وَلَا تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ إِلَىٰ مَا مَتَّعْنَا بِهِۦٓ أَزْوَٰجًۭا مِّنْهُمْ زَهْرَةَ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا لِنَفْتِنَهُمْ فِيهِ ۚ وَرِزْقُ رَبِّكَ خَيْرٌۭ وَأَبْقَىٰ ﴿١٣١﴾
او ته مه ګوره هغو شیانو ته چې مونږ فایده ورکړي ده ددروغو نسبت کوونکو بېلابېلو خلکو ته تر څو دژوند له ښایست نه خوند واخلي، دا ددې لپاره چې مونږ دوی امتحان کړو، نو بېشکه مونږ چې دوی ته څه ورکړي ددې دنیا نه دا ختمېدونکي دي، او ثواب درب ستا هغه چې تا سره یې پرې وعده کړې تر دې چې ته پرې راضي شي ډیر غوره او تل پاتې دی دهغو شیانو نه چې دوی ته یې په دنیا کې ورکړي دختمېدونکو خوندونو او مزو نه؛ ځکه چې هغه نه ختمېدونکی دی
وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِٱلصَّلَوٰةِ وَٱصْطَبِرْ عَلَيْهَا ۖ لَا نَسْـَٔلُكَ رِزْقًۭا ۖ نَّحْنُ نَرْزُقُكَ ۗ وَٱلْعَـٰقِبَةُ لِلتَّقْوَىٰ ﴿١٣٢﴾
او حکم کوه -ای پېغمبره- خپلو تابعدارانو ته په کولو دلمونځونو، او ددې په ادا کولو ته هم کلک شه، مونږ نه غواړو ستا نه روزي ستا لپاره او نه دبل چا لپاره، مونږ ستا دروزۍ درکولو ذمه واري اخلو، او ښایسته انجام په دنیا او اخرت کې دپرهېزګارانو لپاره دی هغه کسان چې دالله تعالی نه وېرېږي، نو دهغه حکمونه عملي کوي، او دهغه له منهیاتو ځان ژغوري
وَقَالُوا۟ لَوْلَا يَأْتِينَا بِـَٔايَةٍۢ مِّن رَّبِّهِۦٓ ۚ أَوَلَمْ تَأْتِهِم بَيِّنَةُ مَا فِى ٱلصُّحُفِ ٱلْأُولَىٰ ﴿١٣٣﴾
او وایي دا کافران پېغمبر صپلی الله علیه وسلم ته ددروغو نسبت کوونکي: ولي نه راوړي مونږ ته محمد - صلی الله علیه وسلم - یوه معجزه چې دلالت وکړي دهغه په ريښتنولۍ او دهغه په پېغمبرۍ، آیا دې ددروغو نسبت کوونکو ته قرآن کریم نه دی راغلی کوم چې تصدیق کوونکی دی پخوانیو اسماني کتابونو لره؟!
وَلَوْ أَنَّآ أَهْلَكْنَـٰهُم بِعَذَابٍۢ مِّن قَبْلِهِۦ لَقَالُوا۟ رَبَّنَا لَوْلَآ أَرْسَلْتَ إِلَيْنَا رَسُولًۭا فَنَتَّبِعَ ءَايَـٰتِكَ مِن قَبْلِ أَن نَّذِلَّ وَنَخْزَىٰ ﴿١٣٤﴾
ونخز ى او که چېرته مونږ هلاک کړي وو دا پېغمبر -صلی الله علیه وسلم- ته ددروغو نسبت کوونکي خلک په نازلولو دعذاب په دوی باندې، ددوی دکفر او ضد له امله مخکې له دې چې دوی ته پېغمبر ولېږم، او راولېږم په دوی باندې کتاب نو خامخا دوی به ویلي ود قیامت په ورځ بهانه به یې کوله دخپل کفر دوجې: ولې تا نه رالېږه -ای ربه- مونږ ته پېغمبر په دنیا کې، نو مونږ به اېمان راوړی وی په هغه باندې او تابعداري به مو کړې وه دهغو آیتونو چې هغه پرې راتګ کړی ووړاندې له دې چې ورسيږي مونږ ته ذلت او شرمندګي ستا دعذابل په وجه؟!
قُلْ كُلٌّۭ مُّتَرَبِّصٌۭ فَتَرَبَّصُوا۟ ۖ فَسَتَعْلَمُونَ مَنْ أَصْحَـٰبُ ٱلصِّرَٰطِ ٱلسَّوِىِّ وَمَنِ ٱهْتَدَىٰ ﴿١٣٥﴾
ووایه -ای پېغمبره- دې دروغجنانو ته: هر یو زمونږ او ستاسې څخه انتظار کوونکی دی دهغه څه چې الله تعالی به یې تر سره کوي، نو تاسې هم انتظار وباسئ، پس زر دی چې تاسې به پوه شئ -خامخا- چې څوک دی دسمې لا رې والا، او څوک په هدایت باندې روان دي: مونږ او که تاسې. مخ ۱۶ له ۱۶ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر