کورتفسیرمريم (١٩)

تفسیر مريم — Maryam (19)

مکي · ٩٨ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

كٓهيعٓصٓ ﴿١﴾

(کهیعص) ددې په شان حروفو باندې بحث دسورت بقرې په اول کې تیر شوی

ذِكْرُ رَحْمَتِ رَبِّكَ عَبْدَهُۥ زَكَرِيَّآ ﴿٢﴾

دغه یاداشت دی درحمت درب ستا څخه په خپل بنده زکریا -علیه السلام- مونږ دا تا ته دعبرت لپاره بیانوو.ي

إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُۥ نِدَآءً خَفِيًّۭا ﴿٣﴾

کله یې چې اواز وکړو خپل رب ته اواز پټ ددې لپاره چې دیر نږدې وي قبلیدلو ته. ي

قَالَ رَبِّ إِنِّى وَهَنَ ٱلْعَظْمُ مِنِّى وَٱشْتَعَلَ ٱلرَّأْسُ شَيْبًۭا وَلَمْ أَكُنۢ بِدُعَآئِكَ رَبِّ شَقِيًّۭا ﴿٤﴾

وئې ویل: ای ربه زما! بېشکه کمزوري شوي هډوکي زما، او دسر سپینوالی مې هم زیات شوی، او نه یم زه بد بخته زما په دعا غوښتلو کې ستا نه، بلکې کله چې هم ما ستا څخه دعا غوښتله نو تا زما دعا قبوله کړې. ي

وَإِنِّى خِفْتُ ٱلْمَوَٰلِىَ مِن وَرَآءِى وَكَانَتِ ٱمْرَأَتِى عَاقِرًۭا فَهَبْ لِى مِن لَّدُنكَ وَلِيًّۭا ﴿٥﴾

او بېشکه زه ویریږم دخپلو خپلوانو څخه چې زما دمرګ څخه وروسته به ددین کار ونه کړی شي دوجې دمشغولتیا دهغوی په دنیا باندې، او ده ښځه زما شنډه بچي نه راوړي، نو راکړه ما ته ستا له طرفه یو هلک چې زما مرسته کوونکی وي. ي

يَرِثُنِى وَيَرِثُ مِنْ ءَالِ يَعْقُوبَ ۖ وَٱجْعَلْهُ رَبِّ رَضِيًّۭا ﴿٦﴾

چې وارث شي په پېغمبرۍ کې زما نه، او دکورنۍ دیعقوب -علیه السلام- نه، او وګرځوې دې لره -ای ربه- دغوره دین او اخلاقوياو علم والا

يَـٰزَكَرِيَّآ إِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلَـٰمٍ ٱسْمُهُۥ يَحْيَىٰ لَمْ نَجْعَل لَّهُۥ مِن قَبْلُ سَمِيًّۭا ﴿٧﴾

نو الله تعالی ددې دعا قبوله کړه، او اواز يې ورته وکړو: ای زکریا! بېشکه مونږ زیری درکوو تا ته په داسې څه چې تا به خوشحاله کړي، نو بېشکه مونږ ستا دعا قبوله کړې، او تا ته بچی درکوو چې یحیی نوم به یې وي، مونږ نه دی ګرځولی بل هیچا لره مخکې له دې څخه دا نوم. ي

قَالَ رَبِّ أَنَّىٰ يَكُونُ لِى غُلَـٰمٌۭ وَكَانَتِ ٱمْرَأَتِى عَاقِرًۭا وَقَدْ بَلَغْتُ مِنَ ٱلْكِبَرِ عِتِيًّۭا ﴿٨﴾

زکریا -علیه السلام- وویل په داسې حال کې چې تعجب کوونکی ود الله تعالی دقدرت نه: څرنګه به زما بچی پیدا شي او حال دا چې زما ښځه شنډه ده بچي نه راوړي، او زه رسېدلی یم دعمر اخیرې حد ته دزوړوالي او کمزوروالي دهډوکو نه؟!. قال كذلك قال ربك هوعلى هين وقد خلقتك من قبل ولم تك شئا

قَالَ كَذَٰلِكَ قَالَ رَبُّكَ هُوَ عَلَىَّ هَيِّنٌۭ وَقَدْ خَلَقْتُكَ مِن قَبْلُ وَلَمْ تَكُ شَيْـًۭٔا ﴿٩﴾

ملاېک وویل: کار خو همداسې دی لکه تا چې وویل چې ستا ښځه بچي نشي راوړلی، او یقنیا ته رسېدلی یې دعمر اخري حد ته دبوډا والي او دهډوکو د کمزوروالي نه، خو لیکن ستا رب فرمایلي: پیداکول درب ستا یحیی لره دشنډې مور نه او دداسې پلار نه چې دعمر اخري حد ته رسېدلی وي ډیر اسان دي او مخ ۱ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر یقینا ته ما پیداکړی یې -ای زکریا- مخکې ددې نه او حال دا چې ته نه وې هیڅ شی چې یاد دشوی وې، ځکه چې ته په دغه وخت کېيبیخي نه وې

قَالَ رَبِّ ٱجْعَل لِّىٓ ءَايَةًۭ ۚ قَالَ ءَايَتُكَ أَلَّا تُكَلِّمَ ٱلنَّاسَ ثَلَـٰثَ لَيَالٍۢ سَوِيًّۭا ﴿١٠﴾

زکریا -علیه السلام- وفرماېل: ای ربه زما! وګرځوه ما لره یو نښه چې زه په هغې ډاډمن شم اودلالت کوونکی په حاصلولو دهغه څه چې ملاېکو پرې ما ته زیری راکړی، نو ویې ویل: نښه ستا دحاصلولو دهغه څه چې تا ته پرې ملاېکو زیری درکړی هغه دا ده چې خبرې به نشې کولای دخلکو سره درې ورځې پرته دمرض نه، بلکې ته به روغ رمټ ئې. ي

فَخَرَجَ عَلَىٰ قَوْمِهِۦ مِنَ ٱلْمِحْرَابِ فَأَوْحَىٰٓ إِلَيْهِمْ أَن سَبِّحُوا۟ بُكْرَةًۭ وَعَشِيًّۭا ﴿١١﴾

نو راووت زکریا -علیه السلام- په خپل قوم باندې دخپلې عبادت ځای څخه، نوهغوی ته ئې اشاره وکړه پغیر دخبرو کولو نه: چې پاکي بیان کړئ دالله تعالی دورځې په اول او اخر کې. ي

يَـٰيَحْيَىٰ خُذِ ٱلْكِتَـٰبَ بِقُوَّةٍۢ ۖ وَءَاتَيْنَـٰهُ ٱلْحُكْمَ صَبِيًّۭا ﴿١٢﴾

نو پیدا شو دهغه بچی یحیی، نو هر کله چې ورسید هغه عمر ته چې خطاب ورته کیدلی شو مونږ ورته وویل: ای یحیی! ونیسه تورات لره په طاقت او په کوشش سره، او ورکړې وه مونږ دې ته پوهه، علم، مضبوطه اراده او عزم، حال دا چې هغه ماشوم و. ي

وَحَنَانًۭا مِّن لَّدُنَّا وَزَكَوٰةًۭ ۖ وَكَانَ تَقِيًّۭا ﴿١٣﴾

او مونږ رحم کړی وپه ده باندې رحمت زمونږ له طرفه او مونږ پاک کړ ده لره له ګناهونو او وو دی پرهیزګار، عمل یې کاوه دالله تعالی په حکمونو او ځان یې ساته د هغه له منهیاتو څخه. ي وبرا بولديه ولم يكن جبارا عص ا

وَبَرًّۢا بِوَٰلِدَيْهِ وَلَمْ يَكُن جَبَّارًا عَصِيًّۭا ﴿١٤﴾

او دی نیکي کوونکی ود مور او پلار سره، مهربانه وپه هغوی، احسان کوونکی ود هغوی سره، او نه ولویي کوونکی دتابعدارۍ دخپل رب نه او نه دتابعدارۍ د مور او پلار نه، او نه ونافرمانه دخپل رب او یا دخپل مور او پلار. ي وسلم عليه يوم ولد ويوم يموت ويوم يبعث ح ا

وَسَلَـٰمٌ عَلَيْهِ يَوْمَ وُلِدَ وَيَوْمَ يَمُوتُ وَيَوْمَ يُبْعَثُ حَيًّۭا ﴿١٥﴾

او سلامتیا ده په ده باندې دالله تعالی له طرفه او امان دی ده لره دالله تعالی له طرفه په کومه ورځ چې پيدا کړی شو، او په کومه ورځ چې مړ کیږي به او ددې دنیا څخه به وځي، او په هغه ورځ چې بیرته به ژوندی راپورته کیږي دقیامت په ورځ، او دا درې ځایونه ډیر هغه دویرې ځایونه دي چې انسان پرې تیریږي، نو چې په دې ځایونو کې څوک په امن کې شو نو بیا په دې باندې ددې نه پغیر نورو ځایونو کې ویره نشته. ي

وَٱذْكُرْ فِى ٱلْكِتَـٰبِ مَرْيَمَ إِذِ ٱنتَبَذَتْ مِنْ أَهْلِهَا مَكَانًۭا شَرْقِيًّۭا ﴿١٦﴾

او یاد کړه -ای پیغمبره- په تا باندې نازل شوي قرآن کریم کې واقعه دمریم -علیها السلام- کله چې هغه په څنګ شوه دخپلې کورنۍ نه، او یواځې شوه یو ځای ته، د ختیځ طرف ته ددوی نه. ي

فَٱتَّخَذَتْ مِن دُونِهِمْ حِجَابًۭا فَأَرْسَلْنَآ إِلَيْهَا رُوحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًۭا سَوِيًّۭا ﴿١٧﴾

نو ویې نیوله دخپل ځان لپاره دخپل قوم نه یوه پرده چې پټوله یې، تر دې چې دخپل رب دبندګۍ په وخت کې یې ونه ویني، نو مونږ ولیږه دې ته جبریل -علیه السلام-، نو ځان یې جوړ کړ هغې ته دیو پوره برابر انسان په شکل کې، نو دا وویریده چې یقینا دا په دې باندې دبدۍ اراده لري. مخ ۲ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ي

قَالَتْ إِنِّىٓ أَعُوذُ بِٱلرَّحْمَـٰنِ مِنكَ إِن كُنتَ تَقِيًّۭا ﴿١٨﴾

نو هر کله چې هغې دا دیو برابر انسان په شکل کې ولیده او ددې طرف ته ور روان وو ویې ویل: زه پناه غواړم په رحمان ذات سره ستا څخه ددې نه چې راورسیږي ما ته ستا نه څه تکلیف -ای مخاطبه- که چیرته ته پرهیزګار یې دالله تعالی نه ویریږې. ي

قَالَ إِنَّمَآ أَنَا۠ رَسُولُ رَبِّكِ لِأَهَبَ لَكِ غُلَـٰمًۭا زَكِيًّۭا ﴿١٩﴾

جبریل -علیه السلام- وویل: بیشکه زه انسان نه یم، بلکې زه رالیږل شوی یم ستا درب له طرفه رالیږلی یې یم ددې لپاره چېيوبښم تا ته یو هلک پاک صفا. قالت أنى يكون لى غلم ولم يمسسنى بشر ولم أك بغا

قَالَتْ أَنَّىٰ يَكُونُ لِى غُلَـٰمٌۭ وَلَمْ يَمْسَسْنِى بَشَرٌۭ وَلَمْ أَكُ بَغِيًّۭا ﴿٢٠﴾

مریم -علیها السلام- په تعجب کې وویل: څرنګه به زما زوی پید اشي او حال دا چې نه دی نږدې شوی ما ته خاوند او نه بل څوک، او نه زه بد کاره یم چې زما دې زوی پیداشي؟!. ي

قَالَ كَذَٰلِكِ قَالَ رَبُّكِ هُوَ عَلَىَّ هَيِّنٌۭ ۖ وَلِنَجْعَلَهُۥٓ ءَايَةًۭ لِّلنَّاسِ وَرَحْمَةًۭ مِّنَّا ۚ وَكَانَ أَمْرًۭا مَّقْضِيًّۭا ﴿٢١﴾

جبریل-علیه السلام- هغې ته وویل: خبره همداسې ده لکه تا چې وویل چې تا ته خاوند نزدېکت نه دی کړی او نه بل چا او ته بد کاره هم نه یې، لیکن ستا رب وویل: پیداکول دزوی په غیر دپلار نه ما ته اسان دي، او ددې لپاره چې شي دا زوی بښل شوی تا ته نښه دې خلکو لره دالله تعالی په قدرت باندې، او رحمت زمونږ له طرفه تا ته او هغه چا ته چې ایمان یې پرې راوړی دی، او وو پيداکول ستا ددې زوی فیصله مقرر شوې دالله تعالی له طرفه، چې لیکل شوې وه په لوح محفوظ کې. ي

۞ فَحَمَلَتْهُ فَٱنتَبَذَتْ بِهِۦ مَكَانًۭا قَصِيًّۭا ﴿٢٢﴾

نو حمل یې واخیست په دې عیسی سره وروسته دپوکي کولو دپریښتې نه، نو ګوښه شوه مریم -علیها السلام- په دې عیسی سره دخلکو نه لریيځای ته

فَأَجَآءَهَا ٱلْمَخَاضُ إِلَىٰ جِذْعِ ٱلنَّخْلَةِ قَالَتْ يَـٰلَيْتَنِى مِتُّ قَبْلَ هَـٰذَا وَكُنتُ نَسْيًۭا مَّنسِيًّۭا ﴿٢٣﴾

نو راغی په هغې باندې دبچي دپیدایښټ درد، نو رایې وستله دکجورې تنې ته، مریم -علیها السلام- وویل: های ارمان چې مړه شوی وای زه مخکې ددې ورځې نه، او وای زه یو شی چې بیخي یادیدلی نه تر دې چې په ما باندې بد ګومان نه وشوی. ي

فَنَادَىٰهَا مِن تَحْتِهَآ أَلَّا تَحْزَنِى قَدْ جَعَلَ رَبُّكِ تَحْتَكِ سَرِيًّۭا ﴿٢٤﴾

پس عیسی -علیه السلام- مریم -علیها السلام- ته دهغې دقدمونو دلاندې نه اواز وکړو: مه خپه کیږه، یقینا پیداکړی ستا رب ستا نه لا ندې داوبو ویاله (چینه) ته به د هغې نه اوبه څښې. ي

وَهُزِّىٓ إِلَيْكِ بِجِذْعِ ٱلنَّخْلَةِ تُسَـٰقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًۭا جَنِيًّۭا ﴿٢٥﴾

او ونېسه تنه دکجورې او ویې خوځوه راوبه غورځوي په تا باندې تازه کجورې چې په دغه وخت کې راشوکول شوي. ي

فَكُلِى وَٱشْرَبِى وَقَرِّى عَيْنًۭا ۖ فَإِمَّا تَرَيِنَّ مِنَ ٱلْبَشَرِ أَحَدًۭا فَقُولِىٓ إِنِّى نَذَرْتُ لِلرَّحْمَـٰنِ صَوْمًۭا فَلَنْ أُكَلِّمَ ٱلْيَوْمَ إِنسِيًّۭا ﴿٢٦﴾

پس خوره ددې تازه کجورو نه، او څښه ددې اوبو څخه، او خوشحاله شه ستا په بچي باندې او مه خپه کیږه، نو که چیرته تا ولیده یو کس دخلکو نه پس پوښتنه یې وکړه ستا نه ددې بچي باره کې نو ته ورته ووایه: ما لا زم کړې (نذر مې کړی) په خپل ځان باندې دخپل رب لپاره چوپتیا دخبرو نه، نو زه خبرې نه کوم نن ورځ مخ ۳ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر هیچا سره دخلکو نه. ي

فَأَتَتْ بِهِۦ قَوْمَهَا تَحْمِلُهُۥ ۖ قَالُوا۟ يَـٰمَرْيَمُ لَقَدْ جِئْتِ شَيْـًۭٔا فَرِيًّۭا ﴿٢٧﴾

نو مریم -علیها السلام- خپل بچی خپل قوم ته په غیږ کې راوړ، نو قوم ئې ورته وویل په داسې حال کې چې نا اشنا ګڼوونکي وو دې لره: ای مریم! یقینا تا راتګ کړی یو ډیر لوی بد کار ته، هغه دا چې تا بچی راوړی پغیر دپلاره. ي

يَـٰٓأُخْتَ هَـٰرُونَ مَا كَانَ أَبُوكِ ٱمْرَأَ سَوْءٍۢ وَمَا كَانَتْ أُمُّكِ بَغِيًّۭا ﴿٢٨﴾

ای دهارون په شان په عبادت کوونکې! (او دا یو نیک عمله سړی و) نه وستا پلار بد کاره، او نه دې مور بدکاره وه، نو ته دیوې پاکې کورنۍ څخه ئې چې مشهوره ده په نیکیو باندې، نو تا څنګه بچی راوړ پغیر دپلاره؟!. ي

فَأَشَارَتْ إِلَيْهِ ۖ قَالُوا۟ كَيْفَ نُكَلِّمُ مَن كَانَ فِى ٱلْمَهْدِ صَبِيًّۭا ﴿٢٩﴾

نو هغې خپل ځوی عیسی -علیه السلام- ته اشاره وکړه او هغه ئې په غیږ کې و، او قوم ئې هغه ته په تعجب کې وویل: مونږ څرنګه دماشوم سره خبرې وکړو او حال دا چې هغه په غیږ کې دی. ي

قَالَ إِنِّى عَبْدُ ٱللَّهِ ءَاتَىٰنِىَ ٱلْكِتَـٰبَ وَجَعَلَنِى نَبِيًّۭا ﴿٣٠﴾

عیسی -علیه السلام- وویل: یقینا زه دالله تعالی بنده یم؛ ما ته ئې انجیل راکړی، او زه ئې دخپلو پیغمبرانو څخه یو پیغمبر ګرځولی یم.ي

وَجَعَلَنِى مُبَارَكًا أَيْنَ مَا كُنتُ وَأَوْصَـٰنِى بِٱلصَّلَوٰةِ وَٱلزَّكَوٰةِ مَا دُمْتُ حَيًّۭا ﴿٣١﴾

او ګرځولی ئې یم زه فایده مند دبندګانو لپاره هر ځای چې زه یم، او ما ته ئې امر کړی په ادا کولو دلمانځه او پهيورکولو دزکات تر څو چې زه ژوندی یم. وبرا بولدتى ولم يجعلنى جبارا شقا

وَبَرًّۢا بِوَٰلِدَتِى وَلَمْ يَجْعَلْنِى جَبَّارًۭا شَقِيًّۭا ﴿٣٢﴾

او ګرځولی یې یم زه نیکي کوونکی دخپلې مور سره، او نه یې یم ګرځولی زه لویي کوونکی دخپل رب دتابعدارۍ نه، او نهينافرمانه هغه لره

وَٱلسَّلَـٰمُ عَلَىَّ يَوْمَ وُلِدتُّ وَيَوْمَ أَمُوتُ وَيَوْمَ أُبْعَثُ حَيًّۭا ﴿٣٣﴾

او په امان کې یم زه دشیطان او دهغه دملګرو نه زما دپيدایښت په ورځ او زما دمړ کیدلو په ورځ او زما دبیرته راژوندي کیدلو په ورځ په قیامت کې، نو زه په دې دریو واړو هیبتناکو ځایونو کې شیطان نه یم ګډوډ کړی

ذَٰلِكَ عِيسَى ٱبْنُ مَرْيَمَ ۚ قَوْلَ ٱلْحَقِّ ٱلَّذِى فِيهِ يَمْتَرُونَ ﴿٣٤﴾

دغه موصوف په دې صفاتو سره عیسی بن مریم دی، او دا بیان ددې باره کې همدا ریښتیا بیان دی، نه هغه چې ګمراهان ئې وائي هغوی چې دهغه په کار کې شک او اختلاف کوي

مَا كَانَ لِلَّهِ أَن يَتَّخِذَ مِن وَلَدٍۢ ۖ سُبْحَـٰنَهُۥٓ ۚ إِذَا قَضَىٰٓ أَمْرًۭا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُۥ كُن فَيَكُونُ ﴿٣٥﴾

نه ښائيږي الله تعالی لره چې ودې نیسي بچي، پاک دی ددې نه، کله چې اراده وکړي دیو کار، نو کافي دی هغه لره چې بس ووائي دې کار ته: (وشه)، نو هغه خامخا کیږي، نو څوک چې داسې وي نو یقینا هغه پاک دی دبچي نه. مخ ۴ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَإِنَّ ٱللَّهَ رَبِّى وَرَبُّكُمْ فَٱعْبُدُوهُ ۚ هَـٰذَا صِرَٰطٌۭ مُّسْتَقِيمٌۭ ﴿٣٦﴾

او یقینا الله پاک رب زما دی او رب ستاسې دټولو دی، نو تاسې یواځې هغه ته بندګي خاص کړئ، دا ما چې تاسې ته کوم بیان وکړ همدا سمه نیغه لا ر ده رسیدونکې ده دالله تعالی رضامنتیا ته

فَٱخْتَلَفَ ٱلْأَحْزَابُ مِنۢ بَيْنِهِمْ ۖ فَوَيْلٌۭ لِّلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِن مَّشْهَدِ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿٣٧﴾

نو اختلاف وکړ اختلاف کوونکو دعیسی علیه السلام باره کې پس شول دوی بېلابېلې ډلې دهغه دقوم نه، نو ځینو پرې ایمان راوړ او وئې ویل: دا پیغمبر دی، او ځینو پرې کفر وکړ لکه یهودیانو، همدارنګه ځینو ډلو ددې باره کې دحد نه تیری وکړ، نو ځینو پکې وویل چې: دا الله دی، او ځینو وویل: دا دالله تعالی زوی (نازولی) دی، اوچت دی الله تعالی ددې نه، پس هلاکت دی اختلاف کوونکو لره ددې باره کې دحاضریدو دقیامت دلویې ورځې نه سره دهغو صحنو او حساب او سزا نه چې په دې لویه ورځ کې دي

أَسْمِعْ بِهِمْ وَأَبْصِرْ يَوْمَ يَأْتُونَنَا ۖ لَـٰكِنِ ٱلظَّـٰلِمُونَ ٱلْيَوْمَ فِى ضَلَـٰلٍۢ مُّبِينٍۢ ﴿٣٨﴾

څومره ښه اوریدل به کوي دوی په دغه ورځ او څومره ښه لیدل به کوي، دوی اوریدل وکړل خو لیکن په داسې وخت کې چې اوریدلو ورته فایده ورنه کړه، او دوی لیدل وکړل خو په هغه وخت کې چې لیدلو به ورته فایده ورنه کړي، خو لیکن ظالمان خلک په دنیا کې په ښکاره ګمراهۍ کې دي دسمې لا رې نه، نو دوی اخرت ته نه تیاریږي تر دې چې ناڅاپه ورته راشي او دوی به په خپل ظلم کې وي

وَأَنذِرْهُمْ يَوْمَ ٱلْحَسْرَةِ إِذْ قُضِىَ ٱلْأَمْرُ وَهُمْ فِى غَفْلَةٍۢ وَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿٣٩﴾

او ویره ورکړه -ای پیغمبره- دې خلکو ته دورځ دافسوسونو نه کله چې پښیمانه به شي ګناهګار په خپله ګناه باندې، او نیکي کوونکی په نه ډیروالي دنیکیو باندې، په هغه وخت کې چې دبندګانو عملنامې به خورې کړی شي، او دهغوی دحساب کتاب به ختم شي، او هر څوک به دخپل عمل دانجام سره مخامخ شي، او حال دا دی چې دوی په خپله دنیوي ژوند باندې دوکه شوي دي، داخرت نه غافله دي، او دوی دقیامت په ورځ ایمان نه لري

إِنَّا نَحْنُ نَرِثُ ٱلْأَرْضَ وَمَنْ عَلَيْهَا وَإِلَيْنَا يُرْجَعُونَ ﴿٤٠﴾

یقینا مونږ باقي پاتي کیدونکي یو وروسته دختمیدلو دټولو مخلوقاتو، مونږ وارثان کیږو دځمکې، او دټولو هغو مخلوقاتو او شیانو چې په دې ځمکه باندې دي دهغوی دختمېدلو دوجې او زمونږ دباقي کیدلو دوجې وروسته دهغوی نه او زمونږ دمالک کیدلو دوجې نه هغوی لره، او زمونږ دواک دوجې نه په دوی کې څرنګه چې مونږ وغواړو، او خاص یواځې مونږ ته به دوی راوګرځول شي دقیامت په ورځ دحساب او بدلو ورکولو لپاره

وَٱذْكُرْ فِى ٱلْكِتَـٰبِ إِبْرَٰهِيمَ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ صِدِّيقًۭا نَّبِيًّا ﴿٤١﴾

او یاد کړه -ای پیغمبره- په قرآن کریم کې -کوم چې په تا باندې نازل شوی- قصه دابراهیم -علیه السلام-، یقینا دا ډیر ریښتیا ویونکی واو تصدیق کوونکی دالله تعالی په ایتونو باندې، او پیغمبر ود الله تعالی له طرفه

إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ يَـٰٓأَبَتِ لِمَ تَعْبُدُ مَا لَا يَسْمَعُ وَلَا يُبْصِرُ وَلَا يُغْنِى عَنكَ شَيْـًۭٔا ﴿٤٢﴾

کله چې ئې خپل پلار آزر ته وویل: ای زما پلار جانه؛ ته ولې دالله تعالی نه پرته دداسې یو بوت بندګي کوې چې ستا اواز نشي اوریدلی کله چې ورته اواز کوې او ستا بندګي نشې لیدلی کله چې یې ته بندګي کوې، او نه ستا نه ضرر بچ کولی شي، او نه درته څه خیر در رسولی شي؟!. ي

يَـٰٓأَبَتِ إِنِّى قَدْ جَآءَنِى مِنَ ٱلْعِلْمِ مَا لَمْ يَأْتِكَ فَٱتَّبِعْنِىٓ أَهْدِكَ صِرَٰطًۭا سَوِيًّۭا ﴿٤٣﴾

ای زما پلار جانه: یقینا راغلی ما ته دعلم نه دوحې دلارې نه هغه چې تا ته نه دی راغلی، نو زما تابعداري وکړه زه به تا نیغې سمې لا رې ته برابر کړم. مخ ۵ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ي

يَـٰٓأَبَتِ لَا تَعْبُدِ ٱلشَّيْطَـٰنَ ۖ إِنَّ ٱلشَّيْطَـٰنَ كَانَ لِلرَّحْمَـٰنِ عَصِيًّۭا ﴿٤٤﴾

ای زما پلار جانه! بندګي مه کوه دشیطان په تابعدارۍ کولو سره دهغه، یقینا شیطان چې دی درحمان ذات ډیر نافرمانه دی، کله چې امر یې ورته وکړو په سجدې کولو سره ادم -علیه السلام- ته خو مګر هغه سجده ونه کړه. ي

يَـٰٓأَبَتِ إِنِّىٓ أَخَافُ أَن يَمَسَّكَ عَذَابٌۭ مِّنَ ٱلرَّحْمَـٰنِ فَتَكُونَ لِلشَّيْطَـٰنِ وَلِيًّۭا ﴿٤٥﴾

اې پلار جانه! زه وېرېږم چې درحمن له لوري به کومه سزا درته ورسيږي، که ته پر خپل کفر مړ شوې، نو په سزا کې به له شيطان سره يوځای وې ستا له هغه سره د دوستۍ له امله. ي

قَالَ أَرَاغِبٌ أَنتَ عَنْ ءَالِهَتِى يَـٰٓإِبْرَٰهِيمُ ۖ لَئِن لَّمْ تَنتَهِ لَأَرْجُمَنَّكَ ۖ وَٱهْجُرْنِى مَلِيًّۭا ﴿٤٦﴾

آزر خپل زوی ابراهیم -علیه السلام- ته وویل: آیا ته مخ اړوونکی یې زما دهغو بوتانو نه چې زه ئې بندګي کوم ای ابراهیمه؟! که ته چیرته زما دبوتانو دبد ویلو نه لا س وانخلي نو زه به تا په تیږو وولم، او ته جدا شه زما نه ډیره موده نو زما سره خبرې مه کوه، او زما سره یو ځای کیږه هم مه. ي

قَالَ سَلَـٰمٌ عَلَيْكَ ۖ سَأَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّىٓ ۖ إِنَّهُۥ كَانَ بِى حَفِيًّۭا ﴿٤٧﴾

ابراهیم -علیه السلام- خپل پلار ته وویل: سلام دې وي په تا باندې زما له طرفه، نه به دررسیږي تا ته زما له طرفه څه ضرر، زر دی چې زه به تا لره دخپل رب نه بخنه او هدایت غواړم، یقینا دغه الله تعالی پاک دی دهر قسم عیب نه په ما باندې ډیر مهربان دی. ي

وَأَعْتَزِلُكُمْ وَمَا تَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَأَدْعُوا۟ رَبِّى عَسَىٰٓ أَلَّآ أَكُونَ بِدُعَآءِ رَبِّى شَقِيًّۭا ﴿٤٨﴾

او زه ډډه کوم ستاسې نه او ډډه کوم ستاسې دمعبودانو نه هغه چې تاسې یې بندګي کوئ پرته له الله تعالی نه، او زه رابلم خپل رب لره یوازې چې هیڅ شی ورسره نه شریکوم، امید دی چې ما نه به څه منعه نه کړي کله یې چې زه راوبلم، نو زه به دهغه په رابللو باندې بد بخته شم. ل ي

فَلَمَّا ٱعْتَزَلَهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَهَبْنَا لَهُۥٓ إِسْحَـٰقَ وَيَعْقُوبَ ۖ وَكُلًّۭا جَعَلْنَا نَبِيًّۭا ﴿٤٩﴾

نو هر کله چې ابراهیم -علیه السلام- هغوی او دهغوی هغه معبودان پریښودل چې هغوی یې دالله تعالی نه پرته بندګي کوله، مونږ هغه ته دهغه دکورنۍ بدل ورکړو نو مونږ ورته اسحاق ځوی وروبخښه، او یعقوب لمسی مو وروبخښه، او هر یو ددې دواړو نه مونږ پیغمبر وګرځاوه. ي ووهبنا لهم من ر حمتنا وجعلنا لهم لسان صدق علا

وَوَهَبْنَا لَهُم مِّن رَّحْمَتِنَا وَجَعَلْنَا لَهُمْ لِسَانَ صِدْقٍ عَلِيًّۭا ﴿٥٠﴾

او ورکړی ومونږ دوی ته زمونږ له رحمته دپیغمبرۍ سره سره ډیر خیر، او مونږ ګرځولی ودوی لره ښه شهرت دبندګانو په ژبو باندې.ي

وَٱذْكُرْ فِى ٱلْكِتَـٰبِ مُوسَىٰٓ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ مُخْلَصًۭا وَكَانَ رَسُولًۭا نَّبِيًّۭا ﴿٥١﴾

او یاد کړه -ای پیغمبره- په قرآن کریم کې هغه چې په تا باندې نازل شوی؛ قصه دموسی -علیه السلام-، یقینا دا غوره کړیي شوی خاص شوی و، او وو رسول او نبي

وَنَـٰدَيْنَـٰهُ مِن جَانِبِ ٱلطُّورِ ٱلْأَيْمَنِ وَقَرَّبْنَـٰهُ نَجِيًّۭا ﴿٥٢﴾

او اواز ورکړی ومونږ دې ته دطرف دطور دغر نه چې دموسی -علیه السلام- ښي طرف ته واو رانږدې کړی ومونږ دې لره درازدارۍ لپاره، داسې چې الله تعالی ورته خپلې خبرې اورولې وې. مخ ۶ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ي

وَوَهَبْنَا لَهُۥ مِن رَّحْمَتِنَآ أَخَاهُ هَـٰرُونَ نَبِيًّۭا ﴿٥٣﴾

او بښلی ومونږ دې ته -زمونږ درحمت او انعام کولو نه په هغه باندې- ورور دهغه هارون-علیه السلام- پیغمبر؛ دا قبولوالی دهغه ددعا و، کله یې چې دخپل رب نه دا دعا غوښتلې وه. ي

وَٱذْكُرْ فِى ٱلْكِتَـٰبِ إِسْمَـٰعِيلَ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ صَادِقَ ٱلْوَعْدِ وَكَانَ رَسُولًۭا نَّبِيًّۭا ﴿٥٤﴾

او یاد کړه ای پیغمبره په قرآن کریم کې- کوم چې په تا باندې نازل شوی- واقعه داسماعیل -علیه السلام- یقینا دا وډیر ریښتونی په وعده کې، هیڅ وعده به یې نه کوله مګر پوره کوله به یې، او ودې رسول نبي. ي

وَكَانَ يَأْمُرُ أَهْلَهُۥ بِٱلصَّلَوٰةِ وَٱلزَّكَوٰةِ وَكَانَ عِندَ رَبِّهِۦ مَرْضِيًّۭا ﴿٥٥﴾

او وو دی چې امر به ئې کاوه خپل اهل (قوم یا امت) ته په کولو دلمانځه سره، او په ورکولو دزکات سره، او وو دی په نزديد رب خپل غوره کړی شوی

وَٱذْكُرْ فِى ٱلْكِتَـٰبِ إِدْرِيسَ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ صِدِّيقًۭا نَّبِيًّۭا ﴿٥٦﴾

او یاد کړه -ای پیغمبره- په قرآن کریم کې کوم چې په تا باندې نازل شوی قصه دادریس -علیه السلام- یقینا دا وډیر ریښتیا ویونکی او تصدیق کوونکی دالله تعالی په آیتونو باندې، او پیغمبر ود الله تعالی له پیغمبرانو څخه. ورفعنه مكانا عليا

وَرَفَعْنَـٰهُ مَكَانًا عَلِيًّا ﴿٥٧﴾

او پورته کړی وو مونږ یاد ددې دهغې پیغمبرۍ دوجې نه چې مونږ دې ته ورکړې وه، نو ودی دلوی مرتبې والا

أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ أَنْعَمَ ٱللَّهُ عَلَيْهِم مِّنَ ٱلنَّبِيِّـۧنَ مِن ذُرِّيَّةِ ءَادَمَ وَمِمَّنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍۢ وَمِن ذُرِّيَّةِ إِبْرَٰهِيمَ وَإِسْرَٰٓءِيلَ وَمِمَّنْ هَدَيْنَا وَٱجْتَبَيْنَآ ۚ إِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَـٰتُ ٱلرَّحْمَـٰنِ خَرُّوا۟ سُجَّدًۭا وَبُكِيًّۭا ۩ ﴿٥٨﴾

ى دغه بیان شوي په دې سورت کې چې شروع یې په زکریا -علیه السلام- باندې شوې ده او اخرنی یې ادریس -علیه السلام- دی، دا هغه کسان دي چې انعام کړی الله تعالی په دوی باندې په پیغمبرۍ سره داولادې دادم -علیه السلام- نه، او داولاد دهغه چا نه چې مونږ سواره کړي وپه کښتۍ کې دنوح -علیه السلام- سره، او د اولادې دابراهیم -علیه السلام- او داولادې دیعقوب -علیه السلام- نه، او دهغه چا نه چې مونږ ورته داسلام طرف ته دهدایت توفیق ورکړی، او مونږ غوره کړي وو او پیغمبران مو ترې جوړ کړي وو، وو دوی چې کله به ئې دالله تعالی آیتونه واوریدل نو سجده به یې وکړه الله تعالی په داسې حال کې چې ژړل به ئې دهغه له ویرې نه

۞ فَخَلَفَ مِنۢ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَٱتَّبَعُوا۟ ٱلشَّهَوَٰتِ ۖ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيًّا ﴿٥٩﴾

نو راغلل ددې غوره کړی شویو پیغمبرانو څخه وروسته ناکاره ګمراهان تابعداران، لمونځ يې برباد کړ، نو په سمه طریقه یې نه وو ادا کړی، او خواهشاتو چې یې کوم ګناهونه غوښتل هماغه یې وکړل لکه زنا (بدکاري)، نو زر دی چې دوی به په جهنم کې دشر او پښیمانتیا سره مخامخ شي

إِلَّا مَن تَابَ وَءَامَنَ وَعَمِلَ صَـٰلِحًۭا فَأُو۟لَـٰٓئِكَ يَدْخُلُونَ ٱلْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ شَيْـًۭٔا ﴿٦٠﴾

مګر هغه کسان چې توبه یې وویستله دخپل کمي او کوتاهۍ نه، او ایمان یې راوړ په الله تعالی باندې او عمل یې وکړ؛ عمل نیک نو ددغو صفتونو والا به جنت ته داخلیږي، او ددوی دعملونو دثوابونو څخه به هیڅ شي هم نشي کمیدلی او اګر که لږ هم وي. مخ ۷ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ي

جَنَّـٰتِ عَدْنٍ ٱلَّتِى وَعَدَ ٱلرَّحْمَـٰنُ عِبَادَهُۥ بِٱلْغَيْبِ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ وَعْدُهُۥ مَأْتِيًّۭا ﴿٦١﴾

جنتونه داوسېدلو او امن دي هغه چې وعده یې کړې رحمان ذات دخپلو نیکانو بندګانو سره دنه لیدلو په حالت کې چې خامخا به یې ورته داخلوي، او دوی لا تر اوسه نه دی لیدلی نو ایمان یې پرې راوړی، نو وعده دالله تعالی په جنت سره -او اګر که نه یې دی لیدلی- خامخا راتلونکې ده. ي

لَّا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا إِلَّا سَلَـٰمًۭا ۖ وَلَهُمْ رِزْقُهُمْ فِيهَا بُكْرَةًۭ وَعَشِيًّۭا ﴿٦٢﴾

نه به اوري دوی په دې جنتونو کې بې فایدې خبرې، او نه غلطې خبرې، بلکې دیو بل سلامونه به اوري، او په دوی باندې دملاېکو سلامونه به اوري، او دوی ته به راځي دخوراک څخه هغه چې دوی ئې غواړي سبا او بېګا. ي

تِلْكَ ٱلْجَنَّةُ ٱلَّتِى نُورِثُ مِنْ عِبَادِنَا مَن كَانَ تَقِيًّۭا ﴿٦٣﴾

دا جنت چې دغه صفتونه لري دا هغه جنت دی چې مونږ ئې ورکوو له خپلو بندګانو هغه چا ته چې عملي کوونکی وي (زمونږ) حکمونو لره، ځان ساتونکی وي له منهیاتو. ي

وَمَا نَتَنَزَّلُ إِلَّا بِأَمْرِ رَبِّكَ ۖ لَهُۥ مَا بَيْنَ أَيْدِينَا وَمَا خَلْفَنَا وَمَا بَيْنَ ذَٰلِكَ ۚ وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّۭا ﴿٦٤﴾

او ووایه -ای جبریل- محمد -صلی الله علیه وسلم- ته: یقینا ملاېکې په خپله خوښه نه راښکته کیږي، بلکې دالله تعالی په امر راښکته کیږي، خاص الله تعالی لره دی اختیار دهغه کار چې مونږ به ورسره په اخرت کې مخامخ کیږو، او اختیار دهغه چې مونږ وروستو پریښې ددنیا دکار نه، او اختیار دهغو کارونو چې ددې دواړو ترمنځ دي، او نه دی ستا رب -ای پېغمبره- هیروونکی هیڅ څیز لره. ي

رَّبُّ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا فَٱعْبُدْهُ وَٱصْطَبِرْ لِعِبَـٰدَتِهِۦ ۚ هَلْ تَعْلَمُ لَهُۥ سَمِيًّۭا ﴿٦٥﴾

الله تعالی پیداکوونکی داسمانونو او دځمکې دی، او ددې دواړو څښتن او دچارو سمبالوونکی دی، او پیداکوونکی دټولو هغو مخلوقاتو دی چې ددې دواړو ترمنځ دي او دهغوی څښتن او سمبالوونکی دی، نو خاص یواځې دهغه بندګي وکړه، پس هغه حقدار دبندګۍ دی، او دهغه په بندګۍ باندې کلک شه، نو نشته هغه لره څوک مثال او نه برابر چې ددې سره په بندګۍ کې شریک شي

وَيَقُولُ ٱلْإِنسَـٰنُ أَءِذَا مَا مِتُّ لَسَوْفَ أُخْرَجُ حَيًّا ﴿٦٦﴾

او وایي له بعثه منکر کافر؛ دمسخرې په ډول: ایا کله چې زه مړ شم نو زه به بیا بیرته دخپل قبر نه ژوندی راوځم؟! یقینا دا خو ډیره لرې خبره ده

أَوَلَا يَذْكُرُ ٱلْإِنسَـٰنُ أَنَّا خَلَقْنَـٰهُ مِن قَبْلُ وَلَمْ يَكُ شَيْـًۭٔا ﴿٦٧﴾

او یا نه رایادوي دا منکر له بعثه چې مونږ پیداکړی وو دې مخکې ددې نه او نه وو دې هیڅ شي چې یاد شوی وی؟! نو دلیل به ونیسي په اول پیدایش سره په دوهم راژوندي کیدلو، سره ددې نه چې دوهم ځل پیدایښت ډیر اسان دی. ي

فَوَرَبِّكَ لَنَحْشُرَنَّهُمْ وَٱلشَّيَـٰطِينَ ثُمَّ لَنُحْضِرَنَّهُمْ حَوْلَ جَهَنَّمَ جِثِيًّۭا ﴿٦٨﴾

نو قسم دی ستا په رب -ای پیغمبره- خامخا راوباسم به دوی دخپلو قبرونو نه دحشر میدان ته دهغو شیطانانو سره چې دوی ئې ګمراهان کړي وو، بیا به دوی دجهنم دروازو ته ذلیل راکاږو، په داسې حال کې چې په خپلو ګونډو به پراته وي. مخ ۸ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ي

ثُمَّ لَنَنزِعَنَّ مِن كُلِّ شِيعَةٍ أَيُّهُمْ أَشَدُّ عَلَى ٱلرَّحْمَـٰنِ عِتِيًّۭا ﴿٦٩﴾

بیا به خامخا په زور او سختۍ سره راوباسو دهرې ډلې دګمراهانو څخه سخت ددوی نه په سرکشۍ کې، او دویيبه یې مشران وي

ثُمَّ لَنَحْنُ أَعْلَمُ بِٱلَّذِينَ هُمْ أَوْلَىٰ بِهَا صِلِيًّۭا ﴿٧٠﴾

بیا خامخا مونږ ښه پوهیږو په هغو کسانو چې هغوی ډیر حقدار دي په ننوتلو ددې اور او په څکلو (بارولو) دګرمۍ او تکلیفونويد هغه لره

وَإِن مِّنكُمْ إِلَّا وَارِدُهَا ۚ كَانَ عَلَىٰ رَبِّكَ حَتْمًۭا مَّقْضِيًّۭا ﴿٧١﴾

او نشته هیڅوک ستاسې څخه -ای خلکو- مګر خامخا به تیریږي دپل صراط دپاسه کوم چې دجهنم دپاسه به وي، دي دا تیریدل فیصله پخه، الله تعالی دا فیصله کړې، نو نشته څوک رد کوونکی دهغه فیصلې لره. ي

ثُمَّ نُنَجِّى ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوا۟ وَّنَذَرُ ٱلظَّـٰلِمِينَ فِيهَا جِثِيًّۭا ﴿٧٢﴾

بیا وروسته ددې تیریدلو نه په پل صراط باندې مونږ به بچ کړو هغه کسان چې ویریدلي دخپل رب نه په عملي کولو دهغه داوامرو او په ځان ساتلو دهغه دمنهیاتو څخه، او پرې به ږدو ظالمان پراته په خپلو ګونډو باندې، دهغه نه به نشي تختیدلی. ي

وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَـٰتُنَا بَيِّنَـٰتٍۢ قَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لِلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَىُّ ٱلْفَرِيقَيْنِ خَيْرٌۭ مَّقَامًۭا وَأَحْسَنُ نَدِيًّۭا ﴿٧٣﴾

او کله چې ولوستل شي په خلکو باندې زمونږ نازل شوې آیتونه په پیغمبر زمونږ باندې چې دښکاره مضمون والا دي، وایي کافران مومنانو ته: کومه یوه زمونږ ددواړو ډلو نه ډیره غوره ده په اعتبار داوسیدو او ځای، او ډیره غوره ده په اعتبار دمجلس او ډلې سره: زمونږ ډله او که ستاسې ډله؟!. وكم أهلكنا قبلهم من قرن هم أحسن أثثا ورءيا

وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّن قَرْنٍ هُمْ أَحْسَنُ أَثَـٰثًۭا وَرِءْيًۭا ﴿٧٤﴾

او څومره ډیر دي هغه امتونه چې مونږ هلاک کړي مخکې ددې کافرانو څخه چې افتخار کوونکي دي په هغه مال چې ددوی سره دی، هغوی ددوی څخه ډیر ښه وو په اعتبار دمال سره، او دښایسته شکل والا وو دهغوی دقیمتي جامو دوجې، او دهغوی دنرمو بدنونو دوجې

قُلْ مَن كَانَ فِى ٱلضَّلَـٰلَةِ فَلْيَمْدُدْ لَهُ ٱلرَّحْمَـٰنُ مَدًّا ۚ حَتَّىٰٓ إِذَا رَأَوْا۟ مَا يُوعَدُونَ إِمَّا ٱلْعَذَابَ وَإِمَّا ٱلسَّاعَةَ فَسَيَعْلَمُونَ مَنْ هُوَ شَرٌّۭ مَّكَانًۭا وَأَضْعَفُ جُندًۭا ﴿٧٥﴾

من هو ش مكانا وأضعف جندا ووایه -ای پېغمبره-: هغه څوک چې په خپله ګمراهۍ کې ورننوتی وي نو خامخا مهلت به ورکړي دې ته رحمان ذات تر څو ګمراهي یې نوره هم زیاته شي، تر دې چې دوی وویني هغه سمدستي عذاب په دنیا کې چې دوی سره یې وعده کیدلی شي، او یا وروسته شوی عذاب دقیامت په ورځ، نو زر دی چې دوی به په دغه وخت کې پوهه شي چې څوک دبدې مرتبې او لږ مدد والا، چې آیا دا ددوی ډله ده او که دمؤمنانو ډله؟

وَيَزِيدُ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ٱهْتَدَوْا۟ هُدًۭى ۗ وَٱلْبَـٰقِيَـٰتُ ٱلصَّـٰلِحَـٰتُ خَيْرٌ عِندَ رَبِّكَ ثَوَابًۭا وَخَيْرٌۭ مَّرَدًّا ﴿٧٦﴾

او ددې مهلت ورکولو په مقابل کې دې ګمراهانو لره تر دې چې ددوی ګمراهي نوره هم زیاته شي، زیاتوي الله تعالی هغو کسانو لره چې هدایت یې موندلی ایمان او تابعداري او هغه نیک عملونه چې رسوونکي دي همیشنۍ نیکبختۍ ته ډیر ګټور دي په نیزد درب ستا -ای پېغمبره- په اعتبار دبدلې سره، او ډیر غوره دي په اعتبار د انجام سره. مخ ۹ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

أَفَرَءَيْتَ ٱلَّذِى كَفَرَ بِـَٔايَـٰتِنَا وَقَالَ لَأُوتَيَنَّ مَالًۭا وَوَلَدًا ﴿٧٧﴾

آیا ته خبر یې -ای پېغمبره- په حال دهغه کس چې کفر یې کړی زمونږ په- دلېلونو او زمونږ دعذاب نه یې انکار کړی او وايي: که چېرته زه مړ شم او بېرته راژوندی شم نو خامخا راکول کیږي به ما ته ډیر مال او بچي

أَطَّلَعَ ٱلْغَيْبَ أَمِ ٱتَّخَذَ عِندَ ٱلرَّحْمَـٰنِ عَهْدًۭا ﴿٧٨﴾

آیا دی خبر دی په غېبو نو وايي هغه څه چې وايي یې په دلېل سره؟! او که نیولی یې دی دخپل رب سره لوظ چې خامخا به یې جنت ته داخلوي، او خامخا دې لره به مال او بچي ورکوي؟! د

كَلَّا ۚ سَنَكْتُبُ مَا يَقُولُ وَنَمُدُّ لَهُۥ مِنَ ٱلْعَذَابِ مَدًّۭا ﴿٧٩﴾

هیڅ کله داسې نه ده لکه دې چې ګومان کوي، خامخا لېکو به مونږ هغه څه چې دا یې وایي او کوي یې، او زیاتوو به مونږ دې لره عذاب دپاسه دخپل عذابه دهغه باطل دوجې چې دی یې دعوه کوي. ونرثه ما يقول ويأتينا فردا

وَنَرِثُهُۥ مَا يَقُولُ وَيَأْتِينَا فَرْدًۭا ﴿٨٠﴾

او په مېراث به واخلو مونږ ددې نه هغه مال او اولاد چې ده پریښودی وروسته دهلاکولو زمونږ نه دې لره او راځي به مونږ ته دقیامت په ورځ یواځې په داسې حال کې چې اخیستل شوي به وي ددې نه هغه مال او منزله چې دې پرې مزې کولې. ز

وَٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِ ٱللَّهِ ءَالِهَةًۭ لِّيَكُونُوا۟ لَهُمْ عِزًّۭا ﴿٨١﴾

او نیولي دي مشرکېنو دځان لپاره معبودان پرته له الله تعالی نه؛ ددې لپاره چې شي دوی لره مددګاران او مرسته کوونکي چې دوی دهغوی پواسطه کامیاب شي

كَلَّا ۚ سَيَكْفُرُونَ بِعِبَادَتِهِمْ وَيَكُونُونَ عَلَيْهِمْ ضِدًّا ﴿٨٢﴾

هیچیرې داسې نه ده لکه دوی چې ګومان کوي، نو پس دا معبودان چې دوی یې دالله تعالی نه پرته بندګي کوي خامخا انکار به وکړي دمشرکېنو دبندګۍ نه دوی لره دقیامت په ورځ، او ددوی نه به بېزاره شي او ددوی دښمنان به شي. ز

أَلَمْ تَرَ أَنَّآ أَرْسَلْنَا ٱلشَّيَـٰطِينَ عَلَى ٱلْكَـٰفِرِينَ تَؤُزُّهُمْ أَزًّۭا ﴿٨٣﴾

ایا ته نه ګورې -ای پېغمبره- چې یقېنا مونږ رالېږلي شیطانان، او مسلط کړي مو دي په کافرانو باندې چې تیزوي (خوټ کوي) دوی لره ګناهونو ته او دالله تعالی ددین نه منع کولو ته په تیزولو سره. د

فَلَا تَعْجَلْ عَلَيْهِمْ ۖ إِنَّمَا نَعُدُّ لَهُمْ عَدًّۭا ﴿٨٤﴾

نو بس ته تلوار مه کوه- ای پېغمبره- په غوښتلو دالله تعالی نه زر هلاکت ددوی، یقینا مونږ شمېرو عمرونه ددوی په شمېرلو سره، تر دې چې ختم شي وخت دمهلت ورکولو ددوی نو مونږ به سزا ورکړو دوی ته هغه چې دوی یې مستحق دي

يَوْمَ نَحْشُرُ ٱلْمُتَّقِينَ إِلَى ٱلرَّحْمَـٰنِ وَفْدًۭا ﴿٨٥﴾

اې رسوله! دقيامت ورځ په ياد کړه، هغه ورځ چې ځان ساتونکي به يې خپل پالونکي ته دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره ډلې ډلې په درناوي او عزت غونډوو. مخ ۱۰ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَنَسُوقُ ٱلْمُجْرِمِينَ إِلَىٰ جَهَنَّمَ وِرْدًۭا ﴿٨٦﴾

او به شړو کافران جهنم ته تږي

لَّا يَمْلِكُونَ ٱلشَّفَـٰعَةَ إِلَّا مَنِ ٱتَّخَذَ عِندَ ٱلرَّحْمَـٰنِ عَهْدًۭا ﴿٨٧﴾

طاقت نه لري دا کافران دسپارش کولو دیو بل لپاره مګر هغه څوک چې اخیستی ئې وي دالله تعالی په نیزد په دنیا کې لوظ په ایمان سره په هغه باندې او دهغه په پېغمبرانو باندې

وَقَالُوا۟ ٱتَّخَذَ ٱلرَّحْمَـٰنُ وَلَدًۭا ﴿٨٨﴾

او وايي یهود او نصاری او ځینې مشرکین: نیولی دی رحمان ذات ځوی. د لقد جئتم شئا إ ا

لَّقَدْ جِئْتُمْ شَيْـًٔا إِدًّۭا ﴿٨٩﴾

یقینا تاسې راتلل کړي -ای ددې خبري کوونکو خلکو- خبري ډیرې درنې او لویې ته

تَكَادُ ٱلسَّمَـٰوَٰتُ يَتَفَطَّرْنَ مِنْهُ وَتَنشَقُّ ٱلْأَرْضُ وَتَخِرُّ ٱلْجِبَالُ هَدًّا ﴿٩٠﴾

نږدي دي چې اسمانونه وچوي له دې بدې وینا څخه، او نږدې ده چې ځمکه راپریوځي، او نږدې ده چې غرونه راوغورځیږي. أن دعوا للرحمن ولدا

أَن دَعَوْا۟ لِلرَّحْمَـٰنِ وَلَدًۭا ﴿٩١﴾

دا ټول ددې وجې نه چې دوی رحمان ذات ته دزوی نسبت کوي، اوچت دی الله تعالی ددې خبرې نه ډیر اوچت. وما ينبغى للرحمن أن يتخذ ولدا

وَمَا يَنۢبَغِى لِلرَّحْمَـٰنِ أَن يَتَّخِذَ وَلَدًا ﴿٩٢﴾

او نه ده مناسب رحمان ذات لره چې ونیسي زوي ځکه چې هغه پاک دی ددې کار نه

إِن كُلُّ مَن فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ إِلَّآ ءَاتِى ٱلرَّحْمَـٰنِ عَبْدًۭا ﴿٩٣﴾

هر هغه څوک چې له پرېښتو، انسانانو او پېريانو په آسمانونو او ځمکه کې دي دقيامت په ورځ به يې پالونکيد ته په عاجزۍ راځي. لقد أحصىهم وعد هم ع ا

لَّقَدْ أَحْصَىٰهُمْ وَعَدَّهُمْ عَدًّۭا ﴿٩٤﴾

یقینا الله تعالی دوی په خپل علم کې راګیر کړي، او شمیرلی یې دي دوی په شمیرلو سره، نو پټ نشي پاتې کیدلی په دې باندې ددوی نه هیڅ شی

وَكُلُّهُمْ ءَاتِيهِ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ فَرْدًا ﴿٩٥﴾

او دقیامت په ورځ به هر یو ددوی څخه الله تعالی ته یواځې راځي چې څوک مددګار به ورسره نه وي او مال به ورسره هم نه وي. مخ ۱۱ له ۱۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر د

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ ٱلرَّحْمَـٰنُ وُدًّۭا ﴿٩٦﴾

یقینا هغه کسان چې په الله تعالی يې ایمان راوړی او عملونه یې کړي نیک عملونه هغه چې دالله تعالی خوښ دي، زر دی چې الله تعالی به دوی لره مینه پیداکړي داسې چې پخپله به ورسره هم مینه کوي، او خپلو بندګانو ته به یې هم ګران کړي. د

فَإِنَّمَا يَسَّرْنَـٰهُ بِلِسَانِكَ لِتُبَشِّرَ بِهِ ٱلْمُتَّقِينَ وَتُنذِرَ بِهِۦ قَوْمًۭا لُّدًّۭا ﴿٩٧﴾

پس یقینا اسان کړی مونږ دا قرآن په نازلولو سره ستا په ژبه -ای پېغمبره- ددې لپاره چې ته پرې متقیانو ته زیری ورکړې هغوی چې زما حکمونه عملي کوي، او زما د منهیاتو څخه ځان ساتي، او وویروي په دې سره داسې قوم چې سخت جګړه مار دی او لویي کوونکی دی حق ته په غاړې کیښودلو کې. وكم أهلكنا قبلهم من قرن هل تحس منهم من أحد أو تسمع لهم ركزا

وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّن قَرْنٍ هَلْ تُحِسُّ مِنْهُم مِّنْ أَحَدٍ أَوْ تَسْمَعُ لَهُمْ رِكْزًۢا ﴿٩٨﴾

او څومومره ډیر دي هغه امتونه چې مونږ ستا دقوم نه مخکې هلاک کړي، نو آیا ته نن ورځ یو ددغو امتونو نه حس کوې؟! او که یا ورله نرم اواز اورې؟! نو پس هغوی ته چې کوم عذاب رسېدلی ود هغوی نه پغیر نور چا ته هم دالله تعالی په حکم رسېدلی شي. مخ ۱۲ له ۱۲ moc.hgelp

زده کړه · مريم — Maryam

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې