ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ٱلَّذِىٓ أَنزَلَ عَلَىٰ عَبْدِهِ ٱلْكِتَـٰبَ وَلَمْ يَجْعَل لَّهُۥ عِوَجَا ۜ ﴿١﴾
ثنا او صفت دکمال او عزت په صفتونو سره، او په ښکاره او پټو نعمتونو سره یوازې خاص الله تعالی لره دي هغه چې رالیږلی یې دی په خپل بنده او پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم باندې قرآن کریم، او نه یې دی ګرځولی دې قرآن لره کوږوالی او مایل والی دحق نه
قَيِّمًۭا لِّيُنذِرَ بَأْسًۭا شَدِيدًۭا مِّن لَّدُنْهُ وَيُبَشِّرَ ٱلْمُؤْمِنِينَ ٱلَّذِينَ يَعْمَلُونَ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا حَسَنًۭا ﴿٢﴾
بلکې ګرځولی يې دی دا کتاب نیغ برابر چې هیڅ ګډوډوالی او اختلاف پکې نشته؛ ددې لپاره چې وویروي کافرانو لره دقوي عذاب نه دالله تعالی له طرفه چې دوی يې انتظار کوي، او خبر ورکړي مومنانو ته هغوی چې نیک عملونه کوي په هغه څه سره چې دوی خوشحالوي چې یقینا شته دی دوی لره ثواب ښایسته چې هیڅ قسم ثواب ورسره نه برابریږي. م كثين فيه أبدا
مَّـٰكِثِينَ فِيهِ أَبَدًۭا ﴿٣﴾
همیشه به وي په دې ثواب کې همیشه، نو ددوی څخه به نه پرې کیږي دا ثواب
وَيُنذِرَ ٱلَّذِينَ قَالُوا۟ ٱتَّخَذَ ٱللَّهُ وَلَدًۭا ﴿٤﴾
او وویروي یهودیان او نصاری او ځینې مشرکین هغوی چې وايي: نیولی الله تعالی نازولی
مَّا لَهُم بِهِۦ مِنْ عِلْمٍۢ وَلَا لِـَٔابَآئِهِمْ ۚ كَبُرَتْ كَلِمَةًۭ تَخْرُجُ مِنْ أَفْوَٰهِهِمْ ۚ إِن يَقُولُونَ إِلَّا كَذِبًۭا ﴿٥﴾
نشته دې دروغ جوړوونکو لره څه علم او دلیل په هغې دعوه چې دوی یې کوي دنسبت دزوی (نازولي) الله تعالی ته، او نشته ددوی هغو پلارانو (مشرانو) لره چې دوی یې تقلید کوي په دې کې څه دلیل، ډیره زیاته قبیحه ده دغه خبره چې ددوی دخولو نه په ناپوهۍ سره راوځي، نه وایي دوی مګر وینا ددروغو، چې هیڅ اساس او دلیل ورله نشته
فَلَعَلَّكَ بَـٰخِعٌۭ نَّفْسَكَ عَلَىٰٓ ءَاثَـٰرِهِمْ إِن لَّمْ يُؤْمِنُوا۟ بِهَـٰذَا ٱلْحَدِيثِ أَسَفًا ﴿٦﴾
نو آیا ته -ای پیغمبره- وژونکی یې خپل ځان لره دغم او خفګان له وجې کله چې دوی په دې قرآن ایمان نه راوړي، نو ته دا کار مه کوه، ځکه په تا باندې ددوی د هدایت قبلول نشته، بلکې په تا باندې یواځې رسول دي
إِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَى ٱلْأَرْضِ زِينَةًۭ لَّهَا لِنَبْلُوَهُمْ أَيُّهُمْ أَحْسَنُ عَمَلًۭا ﴿٧﴾
یقینا مونږ ګرځولي هغه څه چې دځمکې دپاسه دي دمخلوقاتو نه ښایست لپاره دځمکې ددې لپاره چې مونږ ازمیښت وکړو په دوی باندې چې کوم یو ددوی څخه دښایسته عمل والا دی هغه چې الله تعالی پرې خوشحالیږي، او کوم یو ددوی څخه دناکاره عمل والا دی، ددې لپاره چې هر چاته بدله ورکړو دهغه څه چې دا یې مستحق وي. وإنا لجعلون ما عليها صعيدا جرزا
وَإِنَّا لَجَـٰعِلُونَ مَا عَلَيْهَا صَعِيدًۭا جُرُزًا ﴿٨﴾
او یقینا مونږ ګرځوونکي یو هغه څه لره چې په مخ دځمکه دي دمخلوقاتو نه خاورې چې بوټي پکې نه وي، او دا وروسته دختمیدو دژوند دهغو مخلوقاتو چې په دې کې دي، نو دوی دې ددې نه عبرت واخلي. مخ ۱ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
أَمْ حَسِبْتَ أَنَّ أَصْحَـٰبَ ٱلْكَهْفِ وَٱلرَّقِيمِ كَانُوا۟ مِنْ ءَايَـٰتِنَا عَجَبًا ﴿٩﴾
ته ګومان مه کوه -ای پیغمبره- چې یقینا قصه دغار داوسیدونکو، او دهغوی هغه تخته چې نومونه یې پکې لیکل شوي وو زمونږ دنا اشنا نښو څخه دي، بلکې نورې ددې نه ډيرې نااشنا دي لکه پیدايښت داسمانونو او ځمکې
إِذْ أَوَى ٱلْفِتْيَةُ إِلَى ٱلْكَهْفِ فَقَالُوا۟ رَبَّنَآ ءَاتِنَا مِن لَّدُنكَ رَحْمَةًۭ وَهَيِّئْ لَنَا مِنْ أَمْرِنَا رَشَدًۭا ﴿١٠﴾
یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې پناه ونیوله مومنو ځوانانو دوجې دتختولو په خپل دین سره، نو دوی خپل رب ته په خپلو دعاګانو کې وویل: ای زمونږه ربه! راکړي مونږ ته ستا له طرفه مهرباني داسې چې مونږ ته زمونږ ګناهونه وبخښه، او مونږ دخپل دښمن نه بچ کړه، او وګرځوه مونږ لره دهجرت کولو له چارې څخه دکافرانو نه او د ایمان راوړلو او پرې ټېنګیدلو څخه ښودنه دحق لا رې ته او برابروالی
فَضَرَبْنَا عَلَىٰٓ ءَاذَانِهِمْ فِى ٱلْكَهْفِ سِنِينَ عَدَدًۭا ﴿١١﴾
بیا وروسته دتللو ددوی نه او دپناه وړلو ددوی نه غار ته مونږ ووهلې ددوی په غوږونو باندې پردې داوریدلو داوازونو نه، او په دوی مو راوسته خوب ډیر کلونه
ثُمَّ بَعَثْنَـٰهُمْ لِنَعْلَمَ أَىُّ ٱلْحِزْبَيْنِ أَحْصَىٰ لِمَا لَبِثُوٓا۟ أَمَدًۭا ﴿١٢﴾
بیا وروسته ددوی داوږده خوب نه مونږ دوی راویښ کړل ددې لپاره چې وپیژنو -په ښکاره پیژندلو سره- چې کومه یوه ددې دوه جګړه کوونکو ډلو څخه ددوی په وخت تیرولو کې په غار کې ډیر پوهه ده په اندازه ددغې مودې
نَّحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ نَبَأَهُم بِٱلْحَقِّ ۚ إِنَّهُمْ فِتْيَةٌ ءَامَنُوا۟ بِرَبِّهِمْ وَزِدْنَـٰهُمْ هُدًۭى ﴿١٣﴾
مونږ خبر درکوو تا ته -ای پیغمبره- ددوی په حال باندې په رښتیا سره هغه چې هیڅ شک ورسره نشته، یقینا دوی ځوانان وو چې ایمان یې راوړی وو په خپل رب باندې، او دهغه په تابعدارۍ باندې یې عمل کړی و، او مونږ زیات کړ دوی لره هدایت او مضبوطوالی په حق باندې
وَرَبَطْنَا عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ إِذْ قَامُوا۟ فَقَالُوا۟ رَبُّنَا رَبُّ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ لَن نَّدْعُوَا۟ مِن دُونِهِۦٓ إِلَـٰهًۭا ۖ لَّقَدْ قُلْنَآ إِذًۭا شَطَطًا ﴿١٤﴾
شططا او کلک کړي وو مونږ زړونه ددوی په ایمان او په هغه باندې په ثابت پاتي کیدلو، او په صبر کولو سره په پریښودلو دوطنونو دایمان دوجې، کله چې دوی دکافر باچا مخکې یواځې په الله تعالی دایمان لرلو اعلان وکړ، نو دوی ورته وویل: رب زمونږ هغه چې مونږ پرې یوازې ایمان راوړی او دهغه بندګي مو کړی رب داسمانونو او د ځمکې دی، مونږ بندګي نه کوو پرته دهغه نه دهیڅ یو په دروغو سره جوړ شوي معبود، یقینا مونږ به ویلي وي -که چیرته مونږ دهغه نه پرته دچا بندګي وکړه- وینا ظالمانه لری دحق نه
هَـٰٓؤُلَآءِ قَوْمُنَا ٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِهِۦٓ ءَالِهَةًۭ ۖ لَّوْلَا يَأْتُونَ عَلَيْهِم بِسُلْطَـٰنٍۭ بَيِّنٍۢ ۖ فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ ٱفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًۭا ﴿١٥﴾
بیا وکتل ځینو ددوی نه ځینو نورو ته او داسې یې وویل: دا زمونږ قوم دی جوړ کړی یې دي پرته له الله تعالی نه معبودان چې دوی یې بندګي کوي، او دوی نه لري د دوی په عبادت باندې هیڅ ښکاره دلیل، نو نشته هیڅ څوک ډیر ظالم دهغه چا نه چې جوړوي په الله تعالی باندې دروغ په نسبت کولو دشریک هغه ته
وَإِذِ ٱعْتَزَلْتُمُوهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ إِلَّا ٱللَّهَ فَأْوُۥٓا۟ إِلَى ٱلْكَهْفِ يَنشُرْ لَكُمْ رَبُّكُم مِّن رَّحْمَتِهِۦ وَيُهَيِّئْ لَكُم مِّنْ أَمْرِكُم مِّرْفَقًۭا ﴿١٦﴾
مرفقا او کله چې تاسې په څنګ شوئ دخپل قوم څخه، او پریښودل تاسې هغه څه چې دوی یې دالله تعالی نه پرته بندګي کوله، نو تاسې بندګي نه کوله مګر یواځې دالله مخ ۲ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر تعالی، نو پناه ویسئ غار ته لپاره دتختولو دخپل دین ستاسې پراخه به کړي تاسې ته ستاسې رب دخپل رحمت او مهربانۍ څخه هغه څه چې تاسې پرې ساتي ستاسې ددښمن نه او حفاظت مو کوي، او اسان به کړي تاسې لره ستاسې دکار نه هغه چې تاسې پرې فایده اخلئ دهغه څه نه چې تاسې ته پرې بدله درکوي د زندګۍ تیرولو نه ستاسې دقوم په منځ کې
۞ وَتَرَى ٱلشَّمْسَ إِذَا طَلَعَت تَّزَٰوَرُ عَن كَهْفِهِمْ ذَاتَ ٱلْيَمِينِ وَإِذَا غَرَبَت تَّقْرِضُهُمْ ذَاتَ ٱلشِّمَالِ وَهُمْ فِى فَجْوَةٍۢ مِّنْهُ ۚ ذَٰلِكَ مِنْ ءَايَـٰتِ ٱللَّهِ ۗ مَن يَهْدِ ٱللَّهُ فَهُوَ ٱلْمُهْتَدِ ۖ وَمَن يُضْلِلْ فَلَن تَجِدَ لَهُۥ وَلِيًّۭا مُّرْشِدًۭا ﴿١٧﴾
ه ر نو دوی هغه کار وکړ چې امر ورته پرې کړی شوی واو الله تعالی په دوی باندې خوب راوست، او دوی یې دخپل دښمن نه بچ وساتل، او ته به وینې -ای دوی ته کتونکيه- لمر لره کله چې راخیژي دمشرق طرف نه نو ددوی دغار نه به دننوتونکي ښي طرف ته کږیږي، او کله چې دپریوتو په وخت کې لمر پریوځي نو کږيږي د دوی نه په چپ طرف باندې نو دوی ته لمر نه رسیږي، پس دوی په همیشه سیوري کې دي دلمر ګرمي ورته تکلیف نشي رسولی، او دوی ددې غار په پراخه برخه کې دي چې هوا ورته رسیږي څومره چې دوی ورته حاجت لري، دا دوی ته چې ورسیدل دپناه وړلو ددوی غار ته، او په دوی باندې خوب راوستل، او ددوی څخه د لمر کږیدل، او ددوی دځای پراخوالی او ددوی دخپل قوم نه خلاصیدل: دا ټول دالله تعالی دعجیبه پیدایښت نه دي چې دهغه په قدرت دلالت کوي، چا ته چې الله تعالی دهدایت لا رې ته توفیق ورکړي نو هغه په ریښتیا سره هدایت موندونکی دی، او څوک چې لرې کړي دهدایت دلارې نه او بې لا رې یې کړي نو هیڅکله به ته دې لره څوک مددګار بیا نه مومې چې دهدایت طرف ته ورته توفیق ورکړي، او هغه ته یې ورسوي؛ ځکه چې هدایت دالله تعالی په لا س کې دی، نه ددې ګمراه او بې لا رې کس په لا س کې
وَتَحْسَبُهُمْ أَيْقَاظًۭا وَهُمْ رُقُودٌۭ ۚ وَنُقَلِّبُهُمْ ذَاتَ ٱلْيَمِينِ وَذَاتَ ٱلشِّمَالِ ۖ وَكَلْبُهُم بَـٰسِطٌۭ ذِرَاعَيْهِ بِٱلْوَصِيدِ ۚ لَوِ ٱطَّلَعْتَ عَلَيْهِمْ لَوَلَّيْتَ مِنْهُمْ فِرَارًۭا وَلَمُلِئْتَ مِنْهُمْ رُعْبًۭا ﴿١٨﴾
عليهم لوليت منهم فرارا ولملئت منهم رعبا او ته به ګومان کوې په دوی باندې -ای دوی ته کتونکيه- دویښو دسترګو دغړیدلو دوجې، او حال دا چې دوی ویده دي، او مونږ اړوو راړوو دوی لره ددوی په خوب کې کله ښي طرف ته، او کله چپ طرف ته هسې نه چې ځمکه یې جسدونه وخوري، او سپی ددوی چې ددوی سره ملګری وغځوونکی دی خپلو لیچو لره د غار په خوله کې، که چیرته ته ناڅاپه ورښکاره شې په دوی باندې او دوی ووینې نو ددوی نه به په منډه په شا وتختې دویرې له وجې نه، او ستا نفس به ډک شي د دوی نه په ویرې سره
وَكَذَٰلِكَ بَعَثْنَـٰهُمْ لِيَتَسَآءَلُوا۟ بَيْنَهُمْ ۚ قَالَ قَآئِلٌۭ مِّنْهُمْ كَمْ لَبِثْتُمْ ۖ قَالُوا۟ لَبِثْنَا يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍۢ ۚ قَالُوا۟ رَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا لَبِثْتُمْ فَٱبْعَثُوٓا۟ أَحَدَكُم بِوَرِقِكُمْ هَـٰذِهِۦٓ إِلَى ٱلْمَدِينَةِ فَلْيَنظُرْ أَيُّهَآ أَزْكَىٰ طَعَامًۭا فَلْيَأْتِكُم بِرِزْقٍۢ مِّنْهُ وَلْيَتَلَطَّفْ وَلَا يُشْعِرَنَّ بِكُمْ أَحَدًا ﴿١٩﴾
يشعرن بكم أحدا او لکه څرنګه چې مونږ په دوی باندې دغه کارونه وکړل کوم چې مونږ بیان کړل زمونږ دنا اشنا قدرتونو نه، همدغه شان مونږ دوی راویښ کړل وروسته دډیرې مودې نه ددې لپاره چې پوښتنه وکړي ځینې ددوی له ځینو نورو څخه دهغې مودې باره کې چې دوی په خوب کې تېره کړې وه، نو ځینو دا جواب ورکړ: مونږ په خوب کې یوه ورځ او یا څه حصه دورځې تېره کړې، او ځینو ددوی نه داسې جواب ورکړ چا ته چې معلومه نه وه خپله موده دخوب: رب ستاسې ښه پوه دی ستاسې په وخت تیرولو په خوب کې، نو تاسې ددې کار علم الله تعالی ته وسپارئ او تاسې هغه څه وکړئ چې تاسو پورې تړاو لري، نو ولیږئ یو کس ستاسې نه ستاسې په اشرفو (د سپینو زرو) روپو سره زمونږ دې معلوم ښار ته، نو ودې ګوري چې کوم یو ددې خلکو نه دحلال طعام او حلال کاروبار والا دی، او بیړه دې نه کوي په خپلو ننوتلو او وتلو او معامله کې، او دا دې ځیرکه وي، او هیچاته دې موقع نه ورکوي چې ستاسې ځای معلوم کړي؛ ددې وجې نه چې په دې باندې غټ ضرر جوړیږي
إِنَّهُمْ إِن يَظْهَرُوا۟ عَلَيْكُمْ يَرْجُمُوكُمْ أَوْ يُعِيدُوكُمْ فِى مِلَّتِهِمْ وَلَن تُفْلِحُوٓا۟ إِذًا أَبَدًۭا ﴿٢٠﴾
که چیرته ستاسې قوم په تاسې باندې خبر شي او ستاسې ځای معلوم کړي نو تاسې به ووژني دکاڼو په ویشتلو سره، او یا به مو بیرته خپل باطل دین ته واړوي هغه چې تاسې پرې وئ مخکې ددې نه چې الله تعالی په تاسې باندې احسان وکړ دهدایت کولو دحق دین طرف ته، او که چیرته تاسې بیرته دې دین ته وګرځیدئ نو هیڅکله به کامیاب نشئ، نه په دنیا او نه په اخرت کې، بلکې تاسې به په دواړو کې ډیر لوی تاوان وکړئ په سبب دپریښودلو ستاسې دحق دین لره هغه چې الله تعالی ورته ستاسې هدایت کړی، او په سبب دګرځیدلو ستاسې دغه باطل دین ته. مخ ۳ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ق
وَكَذَٰلِكَ أَعْثَرْنَا عَلَيْهِمْ لِيَعْلَمُوٓا۟ أَنَّ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقٌّۭ وَأَنَّ ٱلسَّاعَةَ لَا رَيْبَ فِيهَآ إِذْ يَتَنَـٰزَعُونَ بَيْنَهُمْ أَمْرَهُمْ ۖ فَقَالُوا۟ ٱبْنُوا۟ عَلَيْهِم بُنْيَـٰنًۭا ۖ رَّبُّهُمْ أَعْلَمُ بِهِمْ ۚ قَالَ ٱلَّذِينَ غَلَبُوا۟ عَلَىٰٓ أَمْرِهِمْ لَنَتَّخِذَنَّ عَلَيْهِم مَّسْجِدًۭا ﴿٢١﴾
او لکه څرنګه چې مونږ وکړل په دوی باندې نا اشنا نا اشنا کارونه چې دلالت کوونکي دي زمونږ په قدرت باندې دویده کولو ددوی نه ډیر کلونه، او راویښول ددوی وروسته ددې خوب نه، همدارنګه مونږ خبر کړل په دوی باندې ددوی دښار والا ددې لپاره چې ددوی دښار والا پوهه شي چې یقینا وعده دالله تعالی دمؤمنانو سره په مرستې او په دوباره راژوندي کولو باندې ریښتیا او حق ده، او یقینا قیامت راتلونکی دی خامخا هیڅ شک پکې نشته، نو هر کله چې داصحاب کهفو حال ښکاره شو او مړه شول؛ هغه خلک چې په دوی باندې خبر شوي وهغوی په خپل منځ کې په اختلاف کې شول: چې ددوی سره څه وکړي؟ نو وویل یوې ډلې ددوی نه: جوړ کړئ ددوی دغار په دروازه باندې آبادي چې دوی پټ کړي او بچ یې وساتي، رب ددوی ښه پوهه دی ددوی په حال باندې، نو ددوی حال دا تقاضا کوي چې دوی لره دي دالله تعالی په نزد یو څه خاصیت وي، او وویل هغو کسانو چې سلطه او واک یې په لا س کې وخو علم او سم دعوت ورسره نه و: مونږ به خامخا ددوی په دې ځای باندې دعبادت لپاره مسجد جوړوو ددوی داحترام دوجې نه او ددوی دمرتبې دیادولو دوجې نه
سَيَقُولُونَ ثَلَـٰثَةٌۭ رَّابِعُهُمْ كَلْبُهُمْ وَيَقُولُونَ خَمْسَةٌۭ سَادِسُهُمْ كَلْبُهُمْ رَجْمًۢا بِٱلْغَيْبِ ۖ وَيَقُولُونَ سَبْعَةٌۭ وَثَامِنُهُمْ كَلْبُهُمْ ۚ قُل رَّبِّىٓ أَعْلَمُ بِعِدَّتِهِم مَّا يَعْلَمُهُمْ إِلَّا قَلِيلٌۭ ۗ فَلَا تُمَارِ فِيهِمْ إِلَّا مِرَآءًۭ ظَـٰهِرًۭا وَلَا تَسْتَفْتِ فِيهِم مِّنْهُمْ أَحَدًۭا ﴿٢٢﴾
زر دی چې وایي به بعضې دهغو خلکو نه چې بحث کوي ددوی په قصه کې دشمېر ددوی نه: چې دوی درې کسان دي او څلورم یې سپی دی، او بعضې به وایي چې دوی پنځه کسان دي شپږم ددوی سپی دی، او دې دواړو ډلو چې دا خبره کړې نو دا یې دخپل ګومان مطابق کړې پغیر ددلیل نه، او بعضې وایي: دوی اوه کسان دي او اتم یې سپی دی، ووایه -ای پیغبمره-: یقینا رب زما ښه پوهه دی په شمېر ددوی، نه پوهیږي ددوی په شمېر مګر لږ خلک هغوی چې الله تعالی ورته د دوی شمېر ورښودلی، نو ته بحث مه کوه ددوی په شمېر کې او نه په نورو احوالو ددوی کې داهل کتابو او نه دنورو خلکو سره مګر بحث ښکاره چې ژوروالی پکې نه وي، داسې چې یوازې په هغو معلوماتو بسنه وکړې کوم چې دهغو باره کې په تا باندې وحې راغلې ده، او ته پوښتنه مه کوه دهیچا نه دهغوی تفصیلې حالاتو باره کې، ځکه چې دوی په دې باندې نه پوهیږي. ولا تقولن لشاىء إنى فاعل ذلك غدا
وَلَا تَقُولَنَّ لِشَا۟ىْءٍ إِنِّى فَاعِلٌۭ ذَٰلِكَ غَدًا ﴿٢٣﴾
او ته مه وایه -ای پیغمبره- دیو کار باره کې چې ته یې سبا ورځ کول غواړې: یقینا زه کوونکی یم دې کار لره سبا ورځ؛ ځکه چې ته نه پوهیږې چې آیا ته دا کار کولی شې، او که ستا او ددې کار تر منځ حایل واقع کیږي؟ او هر مسلمان ته دا ښودنه ده
إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُ ۚ وَٱذْكُر رَّبَّكَ إِذَا نَسِيتَ وَقُلْ عَسَىٰٓ أَن يَهْدِيَنِ رَبِّى لِأَقْرَبَ مِنْ هَـٰذَا رَشَدًۭا ﴿٢٤﴾
مګر دا چې یوځای کړې دا کار دالله تعالی دمشیئت او ارادې سره چې داسې ووایې: زه به دا کار کوم -که چیرته دالله تعالی خوښه شي- سبا ورځ، او یاد کړه رب خپل لره په دې قول سره: ان شاء الله -کله چې ستا نه هیر شي چې دا ووایې- او داسې وایه: امید دی چې وبه ښایي ما ته رب زما ډیر نږدې ددې کار نه هدایت او توفیق
وَلَبِثُوا۟ فِى كَهْفِهِمْ ثَلَـٰثَ مِا۟ئَةٍۢ سِنِينَ وَٱزْدَادُوا۟ تِسْعًۭا ﴿٢٥﴾
او تېر کړل اصحاب کهفو په خپل غار کې درې سوه نهه کاله
قُلِ ٱللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا لَبِثُوا۟ ۖ لَهُۥ غَيْبُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۖ أَبْصِرْ بِهِۦ وَأَسْمِعْ ۚ مَا لَهُم مِّن دُونِهِۦ مِن وَلِىٍّۢ وَلَا يُشْرِكُ فِى حُكْمِهِۦٓ أَحَدًۭا ﴿٢٦﴾
ته ووایه -ای پیغمبره- الله تعالی ښه پوهه دی په هغه زمانه چې دوی تیره کړې وه په خپل غار کې، او الله تعالی مونږ خبر کړي یو په وخت دتیرولو ددوی په دې کې، نو نشته وینا دهیچا وروسته دوینا دالله پاک نه، خاص دې الله پاک لره دي پټ هغه څه چې په اسمانونو کې دي او پټ هغه څه چې په ځمکه کې دي په اعتبار د پیدایښت او په اعتبار دعلم، څومره ښه لیدونکی دی الله تعالی! نو هغه هر شی ویني، او څومره ښه لیدونکی دی! نو هغه هره خبره اوري، نشته دوی لره پرته لدې نه څوک دوست او کار ساز چې ددوی کارونه برابر کړي، او نه شریکوي په خپل واک او حکم کې هیڅوک، نو خاص هغه یوازې دی په حکم او واک کې. مخ ۴ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَٱتْلُ مَآ أُوحِىَ إِلَيْكَ مِن كِتَابِ رَبِّكَ ۖ لَا مُبَدِّلَ لِكَلِمَـٰتِهِۦ وَلَن تَجِدَ مِن دُونِهِۦ مُلْتَحَدًۭا ﴿٢٧﴾
او لوله دقرآن کریم څخه، نو نشته څوک بدلوونکی دهغه دکلمو؛ ځکه چې هغه ټولې ریښتیا دي او دانصاف نه ډک دي، او هیچیرې به ته بیا نه مومې په غیر دالله پاک نه ځای دپناه چې پناه ورته ویسې، او نه څوک پناه نیوونکی چې پناه پرې ونیسې پرته له هغه نه
وَٱصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ ٱلَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُم بِٱلْغَدَوٰةِ وَٱلْعَشِىِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُۥ ۖ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ۖ وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُۥ عَن ذِكْرِنَا وَٱتَّبَعَ هَوَىٰهُ وَكَانَ أَمْرُهُۥ فُرُطًۭا ﴿٢٨﴾
ى او کلک کړه ځان خپل په ملګرتیا دهغو خلکو کې چې دعا غواړي دخپل رب نه دعا دعبادت او دعا دغوښتلو دحاجت په اول سر دورځې کې او په اخر د ورځې کې، خالص کوونکي وي دعبادت هغه لره، نه دې اوړي سترګې ستا ددوی نه، چې ته غواړي کیناستل دمالدارانو او لویانو خلکو سره، او ته خبره مه منه د هغه چا چې مونږ ګرځولی زړه دهغه غافل زمونږ دذکر نه په مهر لګولو سره په هغه باندې، نو امر یې کړی تا ته په شړلو دغریبانو ستا دمجلس نه، او مخکې کړې یې ده تابعداري دهغه څه چې دهغه نفس یې غواړي په تابعدارۍ درب خپل، او دې عملونه دهغه برباد
وَقُلِ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكُمْ ۖ فَمَن شَآءَ فَلْيُؤْمِن وَمَن شَآءَ فَلْيَكْفُرْ ۚ إِنَّآ أَعْتَدْنَا لِلظَّـٰلِمِينَ نَارًا أَحَاطَ بِهِمْ سُرَادِقُهَا ۚ وَإِن يَسْتَغِيثُوا۟ يُغَاثُوا۟ بِمَآءٍۢ كَٱلْمُهْلِ يَشْوِى ٱلْوُجُوهَ ۚ بِئْسَ ٱلشَّرَابُ وَسَآءَتْ مُرْتَفَقًا ﴿٢٩﴾
او وایه -ای پیغمبره- دې دالله تعالی دذکر نه بې پروا خلکو ته ددوی دزړونو دغفلت دوجې نه: ما چې تاسې ته کوم څه راوړي خاص همدا حق دی، او دا دالله تعالی له طرفه دی نه زما له طرفه، او زه نه یم قبلوونکی ستاسو دمطالبو زما نه چې زه دې مومنان دخپل ځانه وشړم، نو څوک چې ستاسې نه غواړي چې ایمان راوړي په دې حق باندې نو ایمان دې پرې راوړي، او خامخا به یې په بدلې خوشحالیږي، او څوک چې ستاسې نه غواړي کفر پرې وکړي نو کفر دې وکړي، او خامخا به غمجن کیږي په هغې سزا چې دا یې انتظار کوي، یقینا مونږ تیار کړی په خپل ځان باندې ظلم کوونکو خلکو لره په اختیارولو دکفر سره اور لوی چې راګیروی به دوی دهغه دیوالونه، نو دوی وسع نه لري دتېښتې ددې نه، او که چیرته دوی مرسته وغواړي داوبو دهغې سختې تندې دوجې چې دوی ته رسیدلې ددوی مرسته به وشي په داسې اوبو سره لکه ویلي کړی شوي تیل ډیر ګرم، وریتوي به مخونه ددوی دډیرې ګرمۍ نه، ډیر بد دي دا څښل چې ددوی مدد پرې کیدلی شي، نو پس دا تنده نه ماتوي بلکې نوره یې هم زیاتوي، او نه هغه لمبې مړې کوي کومې چې ددوی پوستکی سوځوي، او ډیر بد دی دا اور ځای دورتللو چې دوی ورته ورځي، او ځای داوسیدلو چې دوی پکې اوسیږي
إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ إِنَّا لَا نُضِيعُ أَجْرَ مَنْ أَحْسَنَ عَمَلًا ﴿٣٠﴾
یقینا هغه کسان چې په الله تعالی یې ایمان راوړی او عملونه یې کړي نیک عملونه نو یقینا دوی ښایسته کړي خپل عملونه نو دوی لره دی ثواب لوی، بیشکه مونږ نه ضایع کوو ثواب دهغه چا چې ښایسته عمل یې کړی وي، بلکه مونږ ورکوو دوی ته بدلې ددوی پوره پوره پرته له څه نقصانه
أُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمْ جَنَّـٰتُ عَدْنٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهِمُ ٱلْأَنْهَـٰرُ يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِن ذَهَبٍۢ وَيَلْبَسُونَ ثِيَابًا خُضْرًۭا مِّن سُندُسٍۢ وَإِسْتَبْرَقٍۢ مُّتَّكِـِٔينَ فِيهَا عَلَى ٱلْأَرَآئِكِ ۚ نِعْمَ ٱلثَّوَابُ وَحَسُنَتْ مُرْتَفَقًۭا ﴿٣١﴾
دغه کسان چې صفت یې کړی شوی په ایمان او په کولو دنیکو کارونو دوی لره جنتونه دهمیشه اوسیدلو دي چې دوی به پکې همیشه اوسیږي، بهیږي به لا ندې د ماڼیو ددوی نه دجنت خوږې ویالې، دوی به ښایسته کیدلی شي په دې جنت کې دسرو زرو په بنګړو، او اغوندي به دوی جامې شنې دنرو وریښمو او دغټو وريښمو، تکیه به کوي په پالنګونو باندې چې ښایسته کړی شوي به وي په ښایسته پردو باندې، ښایسته ثواب دی ثواب ددوی، او ښایسته دی جنت ځای دمیلمستیا او ځای داوسېدلو چې دوی پکې اوسیږي
۞ وَٱضْرِبْ لَهُم مَّثَلًۭا رَّجُلَيْنِ جَعَلْنَا لِأَحَدِهِمَا جَنَّتَيْنِ مِنْ أَعْنَـٰبٍۢ وَحَفَفْنَـٰهُمَا بِنَخْلٍۢ وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمَا زَرْعًۭا ﴿٣٢﴾
او ای رسوله دهغو دوو کسانو چې يو کافر بل مؤمن وبېلګه بيان کړه، کافر ته مو له انګورو دوه باغونه ورکړي وو، پر دواړو باغونو مو دخرما ونې چاپېرې کړې وې او په خالي ځايونو کې مو کښتونه را شنه کړي وو. مخ ۵ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
كِلْتَا ٱلْجَنَّتَيْنِ ءَاتَتْ أُكُلَهَا وَلَمْ تَظْلِم مِّنْهُ شَيْـًۭٔا ۚ وَفَجَّرْنَا خِلَـٰلَهُمَا نَهَرًۭا ﴿٣٣﴾
نو ورکولې به هر یو باغ میوې خپلې دکجورو او انګورو او نورو میوو نه، او هیڅ شی به ترې نه کمیدلو، بلکې پوره پوره به یې ورکولې، او مونږ روانه کړې وه ددوی تر منځ یوه ویاله چې په اسانۍ سره یې اوبه کړي. وكان له ثمر فقال لص حبه وهو يحاوره أنا أ ك ثر منك مالا وأعز نفرا
وَكَانَ لَهُۥ ثَمَرٌۭ فَقَالَ لِصَـٰحِبِهِۦ وَهُوَ يُحَاوِرُهُۥٓ أَنَا۠ أَكْثَرُ مِنكَ مَالًۭا وَأَعَزُّ نَفَرًۭا ﴿٣٤﴾
او وو ددې باغ والا نور مالونه او میوې هم، نو ویې ویل خپل مسلمان ملګري ته په داسې حال کې چې خبرې یې ورسره کولی ددې لپاره چې په هغه باندې تاثیر وکړي او مغرور وو: یقینا زه زیات یم ستا نه په اعتبار دمال سره، او عزتمند یم ستا نه په اعتبار دطرف، او ډیر قوي یم ستا نه په اعتبار دقوم
وَدَخَلَ جَنَّتَهُۥ وَهُوَ ظَالِمٌۭ لِّنَفْسِهِۦ قَالَ مَآ أَظُنُّ أَن تَبِيدَ هَـٰذِهِۦٓ أَبَدًۭا ﴿٣٥﴾
او ننوت دا کافر خپل باغ ته په ملتیا دمومن سره ددې لپاره چې وښایي ده ته خپل باغونه او حال دا چې دا ظلم کوونکي وپه خپل ځان باندې په کفر او په تکبر سره، وویل دې کافر: زه دا ګومان نه کوم چې دا باغ دې هلاک شي کوم چې ته وینې؛ دوجې دهغو اسبابو چې ما ددې دژغورلو لپاره نیولي
وَمَآ أَظُنُّ ٱلسَّاعَةَ قَآئِمَةًۭ وَلَئِن رُّدِدتُّ إِلَىٰ رَبِّى لَأَجِدَنَّ خَيْرًۭا مِّنْهَا مُنقَلَبًۭا ﴿٣٦﴾
او زه ګمان نه کوم چې ګویا کې قیامت دی قایمیدونکی وي، بیشکه دا خو یوه روانه زندګي ده، او بالفرض که واقع هم شي نو کله چې زه بیرته راژوندی کړی شم او خپل رب ته وګرځول شم خامخا زه به بیاموم وروسته دبیرته راژوندي کولو نه هغه ته غوره زما ددې باغ نه، نو دا چې زه په دنیا کې مالدار یم دا تقاضا کوي چې زه دې بیرته دراژوندې کیدلو وروسته هم مالداره اوسم
قَالَ لَهُۥ صَاحِبُهُۥ وَهُوَ يُحَاوِرُهُۥٓ أَكَفَرْتَ بِٱلَّذِى خَلَقَكَ مِن تُرَابٍۢ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍۢ ثُمَّ سَوَّىٰكَ رَجُلًۭا ﴿٣٧﴾
وویل دې ته خپل مومن ملګري په داسې حال کې چې جواب یې ورته ورکاوه: آیا کفر وکړ تا په هغه ذات چې پیدا کړی یې دی ستا پلار ادم -علیه السلام- دخاورې نه، بیا یې پیداکړی یې ته دمنۍ نه، بیا یې ستا نه نر انسان جوړ کړی، او ستا غړي یې برابر کړي او ته یې پوره کړی یې، نو پس هغه ذات چې په دې ټولو کارونو قادر دی ستا په بیرته راژوندې کولو هم قادر دی
لَّـٰكِنَّا۠ هُوَ ٱللَّهُ رَبِّى وَلَآ أُشْرِكُ بِرَبِّىٓ أَحَدًۭا ﴿٣٨﴾
لیکن زه خو ستا په شان داسې خبره نه کوم، بلکې وایم: خاص الله تعالی رب زما دی چې مهرباني کوونکی دی په خپلو نعمتونو سره په مونږ باندې، او زه نه شریکوم ددې الله تعالی سره هیڅوک په عبادت کې
وَلَوْلَآ إِذْ دَخَلْتَ جَنَّتَكَ قُلْتَ مَا شَآءَ ٱللَّهُ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِٱللَّهِ ۚ إِن تَرَنِ أَنَا۠ أَقَلَّ مِنكَ مَالًۭا وَوَلَدًۭا ﴿٣٩﴾
او کله چې دې باغ ته ننوتلې ولې دې ونه ويل: ماشاء الله له الله پرته هيچا لره ځواک نشته، همغه دی چې څه وغواړي کوي يې او هغه پياوړی دی، که مې تر ځان بې وزله او دکم اولاد والا وينې
فَعَسَىٰ رَبِّىٓ أَن يُؤْتِيَنِ خَيْرًۭا مِّن جَنَّتِكَ وَيُرْسِلَ عَلَيْهَا حُسْبَانًۭا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ فَتُصْبِحَ صَعِيدًۭا زَلَقًا ﴿٤٠﴾
نو زه دا انتظار لرم چې رابه کړي ما ته الله تعالی غوره ستا دباغ نه، او یا به راولیږي ستا په باغ باندې عذاب له آسمانه، نو شي به ستا باغ یوه ځمکه چې هیڅ بوټی پکې نه وي ښویېږي به په دې کې قدمونه دهغه دښویه والي له وجې نه. مخ ۶ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
أَوْ يُصْبِحَ مَآؤُهَا غَوْرًۭا فَلَن تَسْتَطِيعَ لَهُۥ طَلَبًۭا ﴿٤١﴾
او یا به شي اوبه ددې ژورې په ځمکه کې نو ته به هغې ته په هیڅ یوې وسیلې درسیدلو طاقت نه لرې، او کله چې یې اوبه ژورې شي نو بیا دغو اوبو لره هیڅ بقا نشته
وَأُحِيطَ بِثَمَرِهِۦ فَأَصْبَحَ يُقَلِّبُ كَفَّيْهِ عَلَىٰ مَآ أَنفَقَ فِيهَا وَهِىَ خَاوِيَةٌ عَلَىٰ عُرُوشِهَا وَيَقُولُ يَـٰلَيْتَنِى لَمْ أُشْرِكْ بِرَبِّىٓ أَحَدًۭا ﴿٤٢﴾
أ حدا او یقیني شو هغه څه چې مومن یې توقع کوله، نو چاپېر شو هلاکت دکافر دباغ په میوو، نو شو دا کافر چې اړول راړول یې ورغوي خپل دزیاتې ملامتۍ او پښیمانتیا دوجې په هغه مال باندې چې ددې دباغ په ابادولو او برابرولو یې خرچ کړی، او باغ راپریوتلی وپه خپلو ستنو هغه چې په هغوی باندې یې دانګورو څانګې خورې کړې وې، او وایي: های افسوس کاش چې ما یواځې په خپل رب باندې ایمان راوړی و، او دهغه سره مې هيڅوک په عبادت کې نه وشریک کړی
وَلَمْ تَكُن لَّهُۥ فِئَةٌۭ يَنصُرُونَهُۥ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَمَا كَانَ مُنتَصِرًا ﴿٤٣﴾
او نه وو دې کافر لره کومه ډله چې ژغورلی یې ود ده باغ دهغه عذاب نه چې پرې راغلی و، حال دا چې دا هغه کس وچې په خپله ډله یې فخر کاوه، او دا پخپله هم نه وو بچ کوونکي خپل باغ لره دالله تعالی له عذابه
هُنَالِكَ ٱلْوَلَـٰيَةُ لِلَّهِ ٱلْحَقِّ ۚ هُوَ خَيْرٌۭ ثَوَابًۭا وَخَيْرٌ عُقْبًۭا ﴿٤٤﴾
په دې ځای کې کامیابي صرف یوازې الله تعالی لره ده، هغه پاک ذات ډیر غوره دی په اعتبار دثواب ورکولو کې خپلو مومنانو دوستانو ته، نو هغه څو چنده کوي دوی لره ثواب، او هغه غوره دی په انجام ورکولو کې
وَٱضْرِبْ لَهُم مَّثَلَ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا كَمَآءٍ أَنزَلْنَـٰهُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ فَٱخْتَلَطَ بِهِۦ نَبَاتُ ٱلْأَرْضِ فَأَصْبَحَ هَشِيمًۭا تَذْرُوهُ ٱلرِّيَـٰحُ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ مُّقْتَدِرًا ﴿٤٥﴾
ى او بیان کړه -ای پیغمبره- په دنیا باندې دوکه شوي خلکو ته یو مثال، نو مثال ددنیا په ختمیدلو او زر تیریدلو کې په شان دباران داوبو دی چې مونږ نازلې کړي د آسمانه، نو رازرغون شوي په دې اوبو سره دځمکې بوټي او شنه شوي، نو وګرځي دا بوټې مات مات ذره ذره، چې باروي بادونه زرې ددې نورو ځایونو ته، نو ځمکه خپل پخواني حالت راوګرځي، او دی الله تعالی په هر شي باندې قدرت لرونکی، نشي عاجز کولی هغه لره هیڅ شی، نو ژوندي کوي څه شي چې وغواړي، او مړه کوي (هلاکوي) څه چې وغواړي
ٱلْمَالُ وَٱلْبَنُونَ زِينَةُ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ۖ وَٱلْبَـٰقِيَـٰتُ ٱلصَّـٰلِحَـٰتُ خَيْرٌ عِندَ رَبِّكَ ثَوَابًۭا وَخَيْرٌ أَمَلًۭا ﴿٤٦﴾
مال او اولاد دهغه څه نه دي چې ددنیا ژوند پرې ښایسته کیدلی شي، او په اخرت کې دمال هیڅ ګټه نشته مګر هغه چې دالله تعالی په رضا کې خرچ شي، او کوم عملونه او ویناګانې چې دالله تعالی خوښېږي ډیرې ښې دي په اعتبار دثواب سره ددنیا دټولو ډولونو او سینګارونو نه، او دا غوره دهغه څه نه دي چې انسان یې امید لري؛ ځکه چې ددنیا ښایست ختمیدونکی دی او دالله تعالی چې کوم عملونه او ویناګانې خوښیږي دهغو ثواب دالله تعالی سره پاتې کیدونکی دی
وَيَوْمَ نُسَيِّرُ ٱلْجِبَالَ وَتَرَى ٱلْأَرْضَ بَارِزَةًۭ وَحَشَرْنَـٰهُمْ فَلَمْ نُغَادِرْ مِنْهُمْ أَحَدًۭا ﴿٤٧﴾
او یاده کړه هغه لرې به کړو مونږ غرونه دخپلو ځایونو څخه، او وینې به ته ځمکه ښکاره دوجې دلرې کیدلو دهغه څه چې په دې باندې دي دغرونو او ونو او ابادیو څخه، او راجمع به کړو ټول مخلوقات، نو پرې به نه ږدو له دوی نه هیڅوک مګر بیرته به يې راژوندي کړو. مخ ۷ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ف
وَعُرِضُوا۟ عَلَىٰ رَبِّكَ صَفًّۭا لَّقَدْ جِئْتُمُونَا كَمَا خَلَقْنَـٰكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍۭ ۚ بَلْ زَعَمْتُمْ أَلَّن نَّجْعَلَ لَكُم مَّوْعِدًۭا ﴿٤٨﴾
او پیش به کړی شي خلک ستا په رب باندې صفونه صفونه نو حساب به ورسره وکړي، او دوی ته به وویل شي: یقینا تاسې راغلي یاست مونږ ته یواځې پښیبله لغړ (بربنډ) نا سنته لکه اول ځل چې مونږ پيداکړي وئ، بلکې تاسې ګومان کاوه چې تاسې به هیڅکله بیرته راژوندي نشئ، او مونږ به هیڅکله تاسې لره وخت او ځای مقرر نه کړو چې تاسې ته پکې ستاسې په عملونو بدلې درکړو
وَوُضِعَ ٱلْكِتَـٰبُ فَتَرَى ٱلْمُجْرِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا فِيهِ وَيَقُولُونَ يَـٰوَيْلَتَنَا مَالِ هَـٰذَا ٱلْكِتَـٰبِ لَا يُغَادِرُ صَغِيرَةًۭ وَلَا كَبِيرَةً إِلَّآ أَحْصَىٰهَا ۚ وَوَجَدُوا۟ مَا عَمِلُوا۟ حَاضِرًۭا ۗ وَلَا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًۭا ﴿٤٩﴾
او دعملنامو کتاب به کیښودل شي، نو بعضي خلک به اخیستونکي وي خپلو عملنامو لره په ښي لا س، او بعضي به اخیستونکي وي خپلو علمنامو لره په چپ لا س، او وینې به ته -ای انسانه- کافرانو لره ویریدونکي دهغه حالت نه چې دوی پکې دي؛ ځکه چې دوی پوهیږي په هغه څه چې دوی مخکې لیږلي دکفر او ګناهونو څخه، او وائې به: ای هلاکت او مصیبت زمونږه! څه وجه ده دې کتاب لره چې نه پریږدي ورکوټی او غټ زمونږ دعملونو څخه مګر ساتلی یې دي او شمیرلي یې دي، او بیا به مومي دوی هغه چې دوی کړي په ژوند دنیوي کې دګناهونو څخه لیکل شوي ساتل شوي، او ظلم نه کوي رب ستا -ای پیغمبره- په هیچا باندې، نو سزا نه ورکوي هیچا لره بې ګناه، او نه کموي دنیکانو دبدلې نه هیڅ ثواب دهغو دنیکو عملونو
وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَـٰٓئِكَةِ ٱسْجُدُوا۟ لِـَٔادَمَ فَسَجَدُوٓا۟ إِلَّآ إِبْلِيسَ كَانَ مِنَ ٱلْجِنِّ فَفَسَقَ عَنْ أَمْرِ رَبِّهِۦٓ ۗ أَفَتَتَّخِذُونَهُۥ وَذُرِّيَّتَهُۥٓ أَوْلِيَآءَ مِن دُونِى وَهُمْ لَكُمْ عَدُوٌّۢ ۚ بِئْسَ لِلظَّـٰلِمِينَ بَدَلًۭا ﴿٥٠﴾
او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې مونږ ملاېکو ته وویل: سجده وکړئ آدم -علیه السلام- ته سجده داحترام، نو سجده وکړه ټولو ملاېکو دخپل رب دامر منلو او عملي کولو دوجې نه مګر ابلیس سجده ونه کړه؛ هغه ود پیریانو دنسل نه او نه ود ملاېکو نه، نو انکار يې وکړ او لویي یې وکړه دسجدې کولو نه، نو ووته دخپل رب د تابعدارئ نه، آیا نیسئ تاسې -ای خلکو- دا ابلیس او اولاد ددې دوستان چې دوستي ورسره کوئ پغیر له ما نه او حال دا چې دوی ستاسې دښمنان دي، نو څرنګه تاسې خپل دښمنان دځان لپاره دوستان نیسئ؟! ډیر بد دی کار دظالمانو هغوی چې جوړوي شیطانان دوستان دځان لپاره په بدل ددوستې دالله تعالی کې
۞ مَّآ أَشْهَدتُّهُمْ خَلْقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَلَا خَلْقَ أَنفُسِهِمْ وَمَا كُنتُ مُتَّخِذَ ٱلْمُضِلِّينَ عَضُدًۭا ﴿٥١﴾
دا کسان چې تاسې نیولي دوستان پغیر له ما نه دوی ستاسې په شان بندګان دي، ما ندي حاضر کړي دوی پیدایښت داسمانونو او نه پیدایښت دځمکې ته کله چې ما دا پیدا کول، بلکې دوی په دغه وخت کې بیخې وو نه، او ما نه وو حاضر کړي بعضي ددوی نه په پیدایښت دبعضو نورو کې، نو زه یواځي یم په پيدایښت او برابرولو دچارو کې، او مونږ نه یو نیوونکي ګمراهانو لره دانسي او جني شیطانانو څخه مددګاران، نو زه بې حاجته یم دمددګارانو نه
وَيَوْمَ يَقُولُ نَادُوا۟ شُرَكَآءِىَ ٱلَّذِينَ زَعَمْتُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ يَسْتَجِيبُوا۟ لَهُمْ وَجَعَلْنَا بَيْنَهُم مَّوْبِقًۭا ﴿٥٢﴾
او یاد کړه دوی ته -ای پیغمبره- ورځ دقیامت کله چې به الله تعالی ووایي هغو کسانو ته چې هغه سره یې په دنیا کې شریکان جوړ کړي وو: راوبلئ تاسې شریکان زما هغه چې تاسې ګومان کاوه چې دوی زما شریکان دي کیدای شي دوی ستاسې سره مرسته وکړي، نو دوی هغوی راوبلل نو هغوی ئې بلنه قبوله نه کړه او مرسته یې ورسره ونکړه، او مونږ ګرځولی دعبادت کوونکو او معبودانو ترمنځ ځای دهلاکت چې ټول به پکې یوځای وي، او هغه اور دجهنم دی
وَرَءَا ٱلْمُجْرِمُونَ ٱلنَّارَ فَظَنُّوٓا۟ أَنَّهُم مُّوَاقِعُوهَا وَلَمْ يَجِدُوا۟ عَنْهَا مَصْرِفًۭا ﴿٥٣﴾
او وبه ویني مشرکان اور دجهنم، نو دوی یقین وکړ پوره یقین چې دوی خامخا غورځیدونکي دي په دې اور کې، او بیا به نه مومي دوی ددې نه بل ځای چې دوی ورته وروګرځي. مخ ۸ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَلَقَدْ صَرَّفْنَا فِى هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانِ لِلنَّاسِ مِن كُلِّ مَثَلٍۢ ۚ وَكَانَ ٱلْإِنسَـٰنُ أَكْثَرَ شَىْءٍۢ جَدَلًۭا ﴿٥٤﴾
او یقینا مونږ بیان کړي په مختلف ډول په محمد صلی الله علیه وسلم باندې نازل شوي قرآن کې ډیرې زیاتې بیلګې دمثالونو ددې لپاره چې دا خلک ترې پند او نصیحت واخلي، لیکن انسان -او په ځانګړې توګه کافر- چې دی ډیر څه چې دهغه نه لیدل کیږي هغه جګړه کول دي په ناحقه سره
وَمَا مَنَعَ ٱلنَّاسَ أَن يُؤْمِنُوٓا۟ إِذْ جَآءَهُمُ ٱلْهُدَىٰ وَيَسْتَغْفِرُوا۟ رَبَّهُمْ إِلَّآ أَن تَأْتِيَهُمْ سُنَّةُ ٱلْأَوَّلِينَ أَوْ يَأْتِيَهُمُ ٱلْعَذَابُ قُبُلًۭا ﴿٥٥﴾
قبلا او نه دي حایل شوي دضدي کافرانو او په منځ دایمان راوړلو په هغه څه باندې چې محمد صلی الله علیه وسلم دخپل رب له طرفه راوړی او نه دی حایل شوی په منځ ددوی کې او غوښتلو دمغفرت دالله تعالی نه دخپلو ګناهونو لپاره دبیان کموالی، نو پس یقینا بیان شوي دوی لره مثالونه په قرآن کریم کې، او راغلي دوی ته واضحه دلیلونه، بلکې یقینا بند کړي دوی لره غوښتلو ددوی -په زور سره- راتلل دعذاب دپخوانیو امتونو په شان په دوی باندې، او لیدلو دهغه عذاب چې دوی سره یې وعده کړی شوی
وَمَا نُرْسِلُ ٱلْمُرْسَلِينَ إِلَّا مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ ۚ وَيُجَـٰدِلُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِٱلْبَـٰطِلِ لِيُدْحِضُوا۟ بِهِ ٱلْحَقَّ ۖ وَٱتَّخَذُوٓا۟ ءَايَـٰتِى وَمَآ أُنذِرُوا۟ هُزُوًۭا ﴿٥٦﴾
او نه لیږو مونږ هغه څوک چې لیږو ئې زمونږ دپیغمبرانو څخه مګر زیري ورکوونکي ایمان والاوو او نیکیو والا لره، او ویره ورکوونکي کافرانو او ګناهګارانو ته، او نشته دوی لره واک او زور دخلکو په زړونو چې په زور یې په هدایت باندې مجبور کړي، او جګړې کوي هغه کسان چې کفر یې کړی په الله تعالی باندې دپیغمبرانو سره؛ سره دښکاره والي ددلیل دوی ته؛ ددې لپاره چې ونړوي په خپل باطل سره حق لره هغه چې په محمد صلی الله علیه وسلم باندې نازل شوی، او ګرځولی دوی قرآن کریم او هغه څه چې دوی ته پرې ویره ورکړی شوی خندا او مسخرې
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن ذُكِّرَ بِـَٔايَـٰتِ رَبِّهِۦ فَأَعْرَضَ عَنْهَا وَنَسِىَ مَا قَدَّمَتْ يَدَاهُ ۚ إِنَّا جَعَلْنَا عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَن يَفْقَهُوهُ وَفِىٓ ءَاذَانِهِمْ وَقْرًۭا ۖ وَإِن تَدْعُهُمْ إِلَى ٱلْهُدَىٰ فَلَن يَهْتَدُوٓا۟ إِذًا أَبَدًۭا ﴿٥٧﴾
ى او نشته هیڅوک ډیر ظلم کوونکی دهغه چا نه چې پند ورکړی شوی هغه ته په آیتونو درب دده، نو پروا یې ونه کړه په هغه څه چې پدې کې دي دوعید او عذابه، او مخ یې واړاوه دپند اخیستلو نه په دې باندې، او هیر کړي یې دي هغه ګناهونه چې مخکې یې کړي په خپل دنیوي ژوند کې دکفر او ګناهونو څخه او دهغو څخه یې توبه نه وي ویستلې، یقینا مونږ ګرځولی په زړونو دهغه چا چې دا یې صفت دی پردې چې منعه کوي یې دقرآن کریم دپوهې نه، او په زړونو ددوی کې کوڼوالی دی دقرآن کریم داوریدلو نه، نو نه اوري دې لره په اوریدلو دقبلولو، او که ته چیرته دوی راوغواړي ایمان طرف ته نو دوی هیڅکله نه قبلوي هغه څه چې ته یې ورته دعوت ورکوې تر کومه چې ددوی په زړونو باندې دا پردې وي، او په غوږونو کې یې کوڼوالی وي
وَرَبُّكَ ٱلْغَفُورُ ذُو ٱلرَّحْمَةِ ۖ لَوْ يُؤَاخِذُهُم بِمَا كَسَبُوا۟ لَعَجَّلَ لَهُمُ ٱلْعَذَابَ ۚ بَل لَّهُم مَّوْعِدٌۭ لَّن يَجِدُوا۟ مِن دُونِهِۦ مَوْئِلًۭا ﴿٥٨﴾
موئ لا او دا چې نبي - صلی الله عليه وسلم - ددرواغ ګڼونکو سزا ته لېواله نه وي، الله ورته وویل: اې ارسوله! پالونکی دې دخپلو توبه وېستونکو بنده ګانو دګناهونو بښونکی دی، دداسې لورېينې څښتن دی چې هرڅه ته پراخه ده او دهغه له لورېينې دا هم ده چې ګناهګارانو ته فرصت ورکوي، چې کېدای شي توبه ورته وباسي، که الله تعالی دغو مخ اړوونکو ته سزا ورکولای؛ نو ددنيا په ژوند کې به يې دسزا په ورکولو بيړه کړې وای، خو هغه زغم لرونکی مهربان دی، له هغوی يې سزا وروسته کړه، تر څو توبه وباسي، بلکې دهغوی لپاره ټاکل شوی ځای او زمانه دي چې دهغوی دکفر او مخ اړونې له امله به پکې سزا ورکول کيږي که توبه ونه باسي، چې له هغه څخه به هيڅکله کوم داسې پناه ځای ونه مومي چې پناه ورته يوسي. مخ ۹ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَتِلْكَ ٱلْقُرَىٰٓ أَهْلَكْنَـٰهُمْ لَمَّا ظَلَمُوا۟ وَجَعَلْنَا لِمَهْلِكِهِم مَّوْعِدًۭا ﴿٥٩﴾
او دغه کلي دکافرانو چې نږدي دې تاسې ته لکه کلي دقوم هود او صالح او شعیب هلاک کړل مونږ دوی لره کله چې دوی په خپلو ځانونو باندې په کفر او ګناهونو سره ظلم وکړ، او مونږ مقرر کړی ود دوی هلاکت لره وخت او نیټه مقرره
وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِفَتَىٰهُ لَآ أَبْرَحُ حَتَّىٰٓ أَبْلُغَ مَجْمَعَ ٱلْبَحْرَيْنِ أَوْ أَمْضِىَ حُقُبًۭا ﴿٦٠﴾
او یاد کړه -ای پیغمبره- هغه وخت کله چې موسی -علیه السلام- خپل خادم یوشع بن نون ته وویل: زه به ځم تر څو چې زه ورسیږم ځای دیوځای کیدلو ددوو دریابونو، او یا به زه ډیره زمانه ځم تر څو چې زه مخامخ شم دهغه نیک بنده سره، نو دهغه نه به علم یاد کړم
فَلَمَّا بَلَغَا مَجْمَعَ بَيْنِهِمَا نَسِيَا حُوتَهُمَا فَٱتَّخَذَ سَبِيلَهُۥ فِى ٱلْبَحْرِ سَرَبًۭا ﴿٦١﴾
نو دا دواړه لاړل، پس هر کله چې ورسېدل ځای دیوځای کیدلو ددواړو دریابونو ته، دواړو خپل هغه ماهي هیر کړ چې دځان لپاره يې دتوخې په شکل را اخیستلی و، نو الله تعالی هغه ماهي راژوندی کړ، او ویې نیوله دځان لپاره لا ر په دریاب کې دسوري په شان، چې اوبه ورسره نه یوځای کیدلې
فَلَمَّا جَاوَزَا قَالَ لِفَتَىٰهُ ءَاتِنَا غَدَآءَنَا لَقَدْ لَقِينَا مِن سَفَرِنَا هَـٰذَا نَصَبًۭا ﴿٦٢﴾
پس هر کله چې دواړه ددې ځای نه تیر شول، موسی -علیه السلام- خپل خادم ته وویل: راوړه مونږ ته زمونږ ناشته (صباح ناری)، یقینا مونږ رسېدلي یو دخپل دې سفر نه سخت ستړي والي ته
قَالَ أَرَءَيْتَ إِذْ أَوَيْنَآ إِلَى ٱلصَّخْرَةِ فَإِنِّى نَسِيتُ ٱلْحُوتَ وَمَآ أَنسَىٰنِيهُ إِلَّا ٱلشَّيْطَـٰنُ أَنْ أَذْكُرَهُۥ ۚ وَٱتَّخَذَ سَبِيلَهُۥ فِى ٱلْبَحْرِ عَجَبًۭا ﴿٦٣﴾
وویل هغه ملګري: آیا ته خبر یې چې څه وشول کله چې مونږ تیږې (ګټي) ته پناه ویوړه؟! نو ما هیر کړل چې تا ته دماهي باره کې خبر درکړم، او ما هېر نه کړل دا چې تا ته یې یاد کړم مګر شیطان راڅخه هېرکړل، نو ماهي ژوندی شو، او په دریاب کې یې ځان لره لا ره ونیوله چې دا دتعجب خبره ده
قَالَ ذَٰلِكَ مَا كُنَّا نَبْغِ ۚ فَٱرْتَدَّا عَلَىٰٓ ءَاثَارِهِمَا قَصَصًۭا ﴿٦٤﴾
موسی -علیه السلام- خپل خادم ته وویل: دا هغه څه وو چې مونږ غوښتل، نو دا نښه ده دهغه نیک بنده، نو دا دواړه راوګرځېدل چې دخپلو قدمونو اثار یې لټول؛ د دې لپاره چې ددغې لا رې څخه ورک نشي تر دې چې همدغې تیږې (ګټي) ته ورسېدل، او بیا ددغې نه دماهي دننوتلو ځای ته
فَوَجَدَا عَبْدًۭا مِّنْ عِبَادِنَآ ءَاتَيْنَـٰهُ رَحْمَةًۭ مِّنْ عِندِنَا وَعَلَّمْنَـٰهُ مِن لَّدُنَّا عِلْمًۭا ﴿٦٥﴾
نو هر کله چې دوی دواړه دماهي دورکېدلو ځای ته ورسېدل هلته یې زمونږ دنیکو بندګانو څخه یو بنده بیامونده (او هغه خضر -علیه السلام-) و، مونږ هغه ته دخپل طرفه رحمت ورکړی و، او زمونږ دطرفه مو ورته پوهه ورکړې وه داسې پوهه چې نور خلک پرې نه پوهېدل، او دا هغه څه دي چې په دې قیصه کې دي
قَالَ لَهُۥ مُوسَىٰ هَلْ أَتَّبِعُكَ عَلَىٰٓ أَن تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمْتَ رُشْدًۭا ﴿٦٦﴾
موسی -علیه السلام- ده ته په تواضع او نرمۍ کې وویل: ایا زه ستا ملګری شم په دې شرط چې ته به ښايې ما ته دهغه علم نه چې الله تعالی تا ته درکړی دهدایت نه حق طرف ته؟. مخ ۱۰ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر قال إ نك لن تستطيع معى صبرا
قَالَ إِنَّكَ لَن تَسْتَطِيعَ مَعِىَ صَبْرًۭا ﴿٦٧﴾
خضر -علیه السلام- وویل: یقینا ته طاقت نه لرې دصبر کولو په هغه څه باندې چې ته یې وینې زما دعلم نه؛ ځکه چې دا نه سمېږي دهغه علم سره چې تا سره دی. وكيف تصبرعل ما لم تحط به خبرا
وَكَيْفَ تَصْبِرُ عَلَىٰ مَا لَمْ تُحِطْ بِهِۦ خُبْرًۭا ﴿٦٨﴾
او څرنګه به ته صبر وکړې په هغه څه چې ته یې وینې دهغو کارونو نه چې ته پکې سم طرف نه وې؛ ځکه چې په دې کې ته فیصله کوې ستا دمعلوماتو په اندازه؟ !
قَالَ سَتَجِدُنِىٓ إِن شَآءَ ٱللَّهُ صَابِرًۭا وَلَآ أَعْصِى لَكَ أَمْرًۭا ﴿٦٩﴾
موسی -علیه السلام- وویل: زر دی چې ته بیامومې ما لره ان شاء الله صبر کوونکی په هغو کارونو چې زه یې ستا څخه وینم، کلک به یم ستا په تابعدارۍ باندې، هیڅ نافرماني به نه کوم ستا دهیڅ یو کار چې ته یې ما ته کوي
قَالَ فَإِنِ ٱتَّبَعْتَنِى فَلَا تَسْـَٔلْنِى عَن شَىْءٍ حَتَّىٰٓ أُحْدِثَ لَكَ مِنْهُ ذِكْرًۭا ﴿٧٠﴾
خضر -علیه السلام- موسی -علیه السلام- ته وویل: که ته زما تابعداري کوې، نو بیا به زما نه پوښتنه نه کوې دهغه څه باره کې چې ته ما وینې چې زه یې کوم، تر دې چې زه اول تاته دهغه سم بیان ونه کړم
فَٱنطَلَقَا حَتَّىٰٓ إِذَا رَكِبَا فِى ٱلسَّفِينَةِ خَرَقَهَا ۖ قَالَ أَخَرَقْتَهَا لِتُغْرِقَ أَهْلَهَا لَقَدْ جِئْتَ شَيْـًٔا إِمْرًۭا ﴿٧١﴾
نو هر کله چې دې دواړو اتفاق وکړ په دې خبرو نو روان شول ددریاب غاړې ته تر دې چې یوې کښتۍ سره مخامخ شول، نو په هغې کې سپاره شو پغیر دکرایي نه د خضر -علیه السلام- داحترام دوجې نه، نو خضر -علیه السلام- هغه کښتۍ سورۍ کړه په راویستلو دیوې تختې دهغې له تختو څخه، نو موسی -علیه السلام- ورته وویل: آیا تا سورۍ کړه دې کښتۍ لره حال دا چې مونږ ددې کښتۍ والا پغیر دکرايي نه سواره کړو ددې لپاره چې دوی غرق شي؟! یقیتا تا راتلل وکړل یو ډیر لوی کار ته. قال ألم أقل إ نك لن تستطيع معى صبرا
قَالَ أَلَمْ أَقُلْ إِنَّكَ لَن تَسْتَطِيعَ مَعِىَ صَبْرًۭا ﴿٧٢﴾
خضر -علیه السلام- موسی -علیه السلام- ته وویل: ایا ما نه وویلي: چې ته طاقت نه لرې ما سره دصبر کولو په هغو کارونو چې ته یې زما نه وینې؟! قال لا تؤاخذنى بما نسيت ولا ترهقنى من أمرى عسرا
قَالَ لَا تُؤَاخِذْنِى بِمَا نَسِيتُ وَلَا تُرْهِقْنِى مِنْ أَمْرِى عُسْرًۭا ﴿٧٣﴾
موسی -علیه السلام- خضر -علیه السلام- ته وویل: ته ما مه نیسه په سبب دپریښودلو زما ستا لوظ لره دهېریدلو دوجې نه، او په ما باندې تنګستیا او سختي مه کوه ستا په ملګرتیا کې
فَٱنطَلَقَا حَتَّىٰٓ إِذَا لَقِيَا غُلَـٰمًۭا فَقَتَلَهُۥ قَالَ أَقَتَلْتَ نَفْسًۭا زَكِيَّةًۢ بِغَيْرِ نَفْسٍۢ لَّقَدْ جِئْتَ شَيْـًۭٔا نُّكْرًۭا ﴿٧٤﴾
نو دا دواړه روان شول وروسته دښکته کیدلو ددوی دکښتۍ نه چې تلل ددریاب په غاړه، نو دې دواړو یو هلک ولیده چې بلوغ ته هم نه ورسیدلی دنورو هلکانو سره یې لوبې کولې، نو خضر -علیه السلام- هغه مړ کړ، نو موسی -علیه السلام- ورته وویل: ایا تا مړ کړ یو پاک نفس چې بلوغ ته هم نه ورسېدلی پرته له کومې ګناه څخه؟! یقینا تا راتلل وکړل یو ډیر نا اشنا کار ته! مخ ۱۱ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
۞ قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكَ إِنَّكَ لَن تَسْتَطِيعَ مَعِىَ صَبْرًۭا ﴿٧٥﴾
خضر -علیه السلام- موسی -علیه السلام- ته وویل: یقینا ما تا ته ویلي وو: ته چې یې-ای موسی- طاقت نه لرې ما سره دصبر کولو په هغو کارونو چې زه ئې کوم
قَالَ إِن سَأَلْتُكَ عَن شَىْءٍۭ بَعْدَهَا فَلَا تُصَـٰحِبْنِى ۖ قَدْ بَلَغْتَ مِن لَّدُنِّى عُذْرًۭا ﴿٧٦﴾
موسی عليه السلام وويل: که له دغه ځل وروسته مې دڅه په اړه پوښتنه وکړه، نو بېل مې کړه، زه دې په ملګرتيا پرېښودلو کې دعذر وروستي بريد ته ورسېدم، ځکه دوه ځلې مې ستا دامر مخالفت وکړ
فَٱنطَلَقَا حَتَّىٰٓ إِذَآ أَتَيَآ أَهْلَ قَرْيَةٍ ٱسْتَطْعَمَآ أَهْلَهَا فَأَبَوْا۟ أَن يُضَيِّفُوهُمَا فَوَجَدَا فِيهَا جِدَارًۭا يُرِيدُ أَن يَنقَضَّ فَأَقَامَهُۥ ۖ قَالَ لَوْ شِئْتَ لَتَّخَذْتَ عَلَيْهِ أَجْرًۭا ﴿٧٧﴾
قال لو شئت لتخذت عليه أجرا نو دواړه روان شول تر هغه پورې چې ورسېدل دیو کلي والا ته نو دهغوی نه ئې خوراک وغوښتلو، پس هغوی انکار وکړو چې دې دواړو ته خوراک ورکړي، او د میلمستیا حق ورله ادا کړي، نو دوی په دې کلي کې یو دیوال بیامونده چې کوږ شوی واو نږدې وچې راوغورځیږي او خراب شي، نو خضر -علیه السلام- هغه سم کړ تر دې چې نیغ برابر شو، نو موسی -علیه السلام- خضر -علیه السلام- ته وویل: که چیرته تا غوښتلی وی اخیستل دبدلې ددې په جوړولو نو اخیستلې به دې وه؛ زمونږ داړتیا له امله، وروسته له دې چې هغوی زمونږ دمیلمستیا کولو نه انکار وکړو
قَالَ هَـٰذَا فِرَاقُ بَيْنِى وَبَيْنِكَ ۚ سَأُنَبِّئُكَ بِتَأْوِيلِ مَا لَمْ تَسْتَطِع عَّلَيْهِ صَبْرًا ﴿٧٨﴾
خضر -علیه السلام- موسی -علیه السلام- ته وویل: ستا دا اعتراض زما دمزدورۍ په نه اخیستلو ددې دیوال په ودرولو ځای دبیلتون دی زما او ستا ترمنځ، زر دی چې زه به خبر کړم تا په حقیقت دهغه څه چې تا یې طاقت نه لرلو چې په هغه باندې صبر وکړې کله چې تا زه ولیدم چې ما هغه کارونه کول
أَمَّا ٱلسَّفِينَةُ فَكَانَتْ لِمَسَـٰكِينَ يَعْمَلُونَ فِى ٱلْبَحْرِ فَأَرَدتُّ أَنْ أَعِيبَهَا وَكَانَ وَرَآءَهُم مَّلِكٌۭ يَأْخُذُ كُلَّ سَفِينَةٍ غَصْبًۭا ﴿٧٩﴾
هر چې هغه کښتۍ وه چې تا په ما باندې دهغې دسوري کولو انکار وکړو؛ نو هغه دغریبانو خلکو وه چې په دریاب کې ئې پرې مزدوري کوله له هغې پرته یې بله کومه چاره نه وه، نو ما وغوښتل چې دا کښتۍ عیبناکه شي په هغه طریقه چې ما وکړه؛ تر دې چې واکدار (مسلط) نه شي په هغوی باندې هغه ظالم بادشاه چې د دوی مخې ته واو هره روغه کښتۍ به ئې په زور سره دخپلو مالکانو نه اخیستله، او هره عیبناکه کښتۍ به ئې پریښودله
وَأَمَّا ٱلْغُلَـٰمُ فَكَانَ أَبَوَاهُ مُؤْمِنَيْنِ فَخَشِينَآ أَن يُرْهِقَهُمَا طُغْيَـٰنًۭا وَكُفْرًۭا ﴿٨٠﴾
او هر چې هغه ځوان هلک وکوم چې تا په ما باندې دهغه دوژلو انکار وکړ نو وو دهغه مور او پلار مومنان، او هغه دالله تعالی په علم کې کافر و، نو مونږ وویرېدلو که چیرته دا بالغ شي نو وبه غورځوي دوی دواړه لره په کفر او سر کښۍ کې دهغه(زوی) سره دزیاتې مینې له امله او یا دهغوی دزیات ضرورت دوجې نه دې ته
فَأَرَدْنَآ أَن يُبْدِلَهُمَا رَبُّهُمَا خَيْرًۭا مِّنْهُ زَكَوٰةًۭ وَأَقْرَبَ رُحْمًۭا ﴿٨١﴾
نو مونږ وغوښتل چې بدل به ورکړي الله تعالی دوی ته بل بچی چې غوره به وي ددې نه په دین، نېک والي او په پاکوالي کې دګناهونو نه، او ددې نه به ډیر نږدې وي په مهربانۍ کولو کې په خپل مور او پلار
وَأَمَّا ٱلْجِدَارُ فَكَانَ لِغُلَـٰمَيْنِ يَتِيمَيْنِ فِى ٱلْمَدِينَةِ وَكَانَ تَحْتَهُۥ كَنزٌۭ لَّهُمَا وَكَانَ أَبُوهُمَا صَـٰلِحًۭا فَأَرَادَ رَبُّكَ أَن يَبْلُغَآ أَشُدَّهُمَا وَيَسْتَخْرِجَا كَنزَهُمَا رَحْمَةًۭ مِّن رَّبِّكَ ۚ وَمَا فَعَلْتُهُۥ عَنْ أَمْرِى ۚ ذَٰلِكَ تَأْوِيلُ مَا لَمْ تَسْطِع عَّلَيْهِ صَبْرًۭا ﴿٨٢﴾
او هر چې هغه دیوال وکوم چې ما برابر کړ او تا په ما باندې دهغه دجوړولو انکار وکړ نو هغه ددوو ماشومانو وپه هغه ښار کې چې مونږ ورته ورغلي وو حال دا چې د مخ ۱۲ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر هغوی پلار مړ شوی و، او ددې دیوال لا ندې ددې دواړو لپاره خښه شوي خزانه وه او وو پلار ددې دواړو ماشومانو نیک، نو وغوښتل رب ستا -ای موسی- چې ورسیږي دا دواړه خپلې ځوانۍ ته او غټ شي، او راوباسي دا دواړه خپل هغه خښ شوی مال ددې دلاندې نه؛ نو که چیرته دا دیوال اوس راغورځیدلی وی نو خامخا ددې دواړو مال به ښکاره شوی واو ضایع شوی به و، او وه دا کړنه مهرباني ستا درب له طرفه په دې دواړو، او دا کارونه ما په خپل اجتهاد (خپله خوښه) نه دي کړي؛ دا وحقیقت دهغو کارونو چې طاقت نه لرلو تا په هغو باندې دصبر کولو
وَيَسْـَٔلُونَكَ عَن ذِى ٱلْقَرْنَيْنِ ۖ قُلْ سَأَتْلُوا۟ عَلَيْكُم مِّنْهُ ذِكْرًا ﴿٨٣﴾
او پوښتنه کوي ستا څخه -ای پیغمبره- مشرکین او یهودیان دازمیښت په ډول په باره دحال دذو القرنین کې، ته ورته ووایه: زر دې چې بیان به کړم زه تاسې ته دهغه د احوالو نه یوه برخه ددې لپاره چې تاسې پرې عبرت او پند واخلئ
إِنَّا مَكَّنَّا لَهُۥ فِى ٱلْأَرْضِ وَءَاتَيْنَـٰهُ مِن كُلِّ شَىْءٍۢ سَبَبًۭا ﴿٨٤﴾
یقینا مونږ طاقت ورکړی وهغه لره په ځمکه کې، او ورکړی مو ودې ته دهر یو شي نه چې دهغه ورته ضرورت ویوه لا ره چې خپل مقصد ته پرې ورسېږي. فأ تبع سببا
فَأَتْبَعَ سَبَبًا ﴿٨٥﴾
نو له ځان سره یې هغه لا رې چارې واخستې چې مونږ ورکړې وې تر څو پرې خپل مقصد ته ورسیږي، نو لویدیځ لور ته روان شوی
حَتَّىٰٓ إِذَا بَلَغَ مَغْرِبَ ٱلشَّمْسِ وَجَدَهَا تَغْرُبُ فِى عَيْنٍ حَمِئَةٍۢ وَوَجَدَ عِندَهَا قَوْمًۭا ۗ قُلْنَا يَـٰذَا ٱلْقَرْنَيْنِ إِمَّآ أَن تُعَذِّبَ وَإِمَّآ أَن تَتَّخِذَ فِيهِمْ حُسْنًۭا ﴿٨٦﴾
او هغه په ځمکه کې ولاړ، تردې چې دلمرلوېدو لوري ته په ښکاره دځمکې پای ته ورسېد، لمر داسې ورته ښکاره شو لکه په توده دتورو خټو په چينه کې چې ډوبيږي، دلمرلوېدو سره يې کافر قوم وليد، موږ ورته داختيار په ډول وويل: اې ددوو ښکرو والا! يا خو دغو خلکو ته په وژلو يا بل څه سزا ورکړه او يا ښېګڼه ورسره وکړه. قال أم امن ظلم فسوف نعذبه ثم يرد إلى ربه فيعذبه عذابا نكرا
قَالَ أَمَّا مَن ظَلَمَ فَسَوْفَ نُعَذِّبُهُۥ ثُمَّ يُرَدُّ إِلَىٰ رَبِّهِۦ فَيُعَذِّبُهُۥ عَذَابًۭا نُّكْرًۭا ﴿٨٧﴾
نو وویل ذو القرنین: پس هر چا چې شرک کړی وي په الله تعالی باندې او په خپل شرک باندې همیشوالی وکړ وروسته زمونږ ددعوت نه هغه ته دالله تعالی بندګۍ طرف ته نو زر دی چې سزا به ورکړو مونږ دې ته په وژلو سره په دنیا کې، بیا دقیامت په ورځ خپل رب ته وروګرځي نو عذاب به ورله ورکړي عذاب سخت ویروونکی
وَأَمَّا مَنْ ءَامَنَ وَعَمِلَ صَـٰلِحًۭا فَلَهُۥ جَزَآءً ٱلْحُسْنَىٰ ۖ وَسَنَقُولُ لَهُۥ مِنْ أَمْرِنَا يُسْرًۭا ﴿٨٨﴾
او هر هغه څوک چې ددوی څخه ئې په الله تعالی ایمان راوړ او عمل ئې وکړو عمل نیک نو خامخا وي به دې لره جنت؛ دا بدله ده دې لره دخپل رب له طرفه ددې په ایمان او نیک عمل باندې، او زر دی چې وبه وایو مونږ دې ته زمونږ دکار ددین نه دنرمۍ خبرې. ثم أتبع سببا
ثُمَّ أَتْبَعَ سَبَبًا ﴿٨٩﴾
بیا روان شو په بله لا ره پرته دخپلې لمړۍ لا رې نه په طرف دختیځ (لمر راختلو)
حَتَّىٰٓ إِذَا بَلَغَ مَطْلِعَ ٱلشَّمْسِ وَجَدَهَا تَطْلُعُ عَلَىٰ قَوْمٍۢ لَّمْ نَجْعَل لَّهُم مِّن دُونِهَا سِتْرًۭا ﴿٩٠﴾
او هغه ولاړی تردې چې دلمرختو لوري ته دسترګو تر ليدو ورسېدی، لمر يې وليد چې پر داسې يو قوم را خېژي چې هغوی لره مو له لمر څخه دخونديتوب کورونه او دونو سيوری نه وو ګرځولي. مخ ۱۳ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر كذلك وقد أحطنا بما لديه خبرا
كَذَٰلِكَ وَقَدْ أَحَطْنَا بِمَا لَدَيْهِ خُبْرًۭا ﴿٩١﴾
همداسې وحال دذو القرنېن او یقینا راګیر کړی وزمونږ علم په تفصیل سره هغه قوت او بادشاهۍ لره چې ددې سره وه. ثم أتبع سببا
ثُمَّ أَتْبَعَ سَبَبًا ﴿٩٢﴾
بیا روان شو په بله لا ره پرته دهغو لمړنیو داوړولا رو نه چې وه په منځ دختیځ او لویدېځ کې
حَتَّىٰٓ إِذَا بَلَغَ بَيْنَ ٱلسَّدَّيْنِ وَجَدَ مِن دُونِهِمَا قَوْمًۭا لَّا يَكَادُونَ يَفْقَهُونَ قَوْلًۭا ﴿٩٣﴾
او روان وو تر دې چې ورسېده یو کنډو ته په منځ ددوو غرونو کې نو وئې مونده ددې دواړو په خوا کې داسې یو قوم چې نږدې نه وچې دبل چا په خبرو پوهه شوی وی
قَالُوا۟ يَـٰذَا ٱلْقَرْنَيْنِ إِنَّ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مُفْسِدُونَ فِى ٱلْأَرْضِ فَهَلْ نَجْعَلُ لَكَ خَرْجًا عَلَىٰٓ أَن تَجْعَلَ بَيْنَنَا وَبَيْنَهُمْ سَدًّۭا ﴿٩٤﴾
س ا دوی وویل: ای ذو القرنین! بیشکه یاجوج او ماجوج (چې دا دبنې آدمو څخه دوه لوی امتونه دي) فساد کوونکي دي په ځمکه کې دهغو مرګونو او فسادونو په وجه چې دوی ئې کوي، نو آیا مونږ نه راجمع کوو تا لره څه مال په دې شرط چې ته جوړ کړي زمونږ او ددوی ترمنځ یو دیوال؟. قال ما مك نى فيه ربى خير فأعينونى بقوة أجعل بينكم وبينهم ردما
قَالَ مَا مَكَّنِّى فِيهِ رَبِّى خَيْرٌۭ فَأَعِينُونِى بِقُوَّةٍ أَجْعَلْ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ رَدْمًا ﴿٩٥﴾
وویل ذو القرنین: هغه بادشاهي او ملک چې زما رب ما ته راکړی ډیر غوره دی دهغه مال نه چې تاسې ئې ما ته راکوي، نو پس تاسې زما مدد وکړئ په سړو او سامان آلاتو سره زه به جوړ کړم ستاسې او ددوی ترمنځ پوخ دیوال
ءَاتُونِى زُبَرَ ٱلْحَدِيدِ ۖ حَتَّىٰٓ إِذَا سَاوَىٰ بَيْنَ ٱلصَّدَفَيْنِ قَالَ ٱنفُخُوا۟ ۖ حَتَّىٰٓ إِذَا جَعَلَهُۥ نَارًۭا قَالَ ءَاتُونِىٓ أُفْرِغْ عَلَيْهِ قِطْرًۭا ﴿٩٦﴾
راوړئ ما ته داوسپنې ټوټې، نو هغوی راوړلې نو شروع شو چې کیښودلې ئې دا په منځ ددواړو غرونو کې، تر دې چې دا دواړه غرونه ددې تختو په کیښودلو سره برابر کړل نو کاریګرو ته ئې وویل: په دې ټوټو باندې اور بل کړئ، تر دې چې ښې سرې او ګرمې شوې داوسپنې ټوټي وئې ویل: راوړئ ما ته پیتل (زیړ) چې په دې باندې واړووم
فَمَا ٱسْطَـٰعُوٓا۟ أَن يَظْهَرُوهُ وَمَا ٱسْتَطَـٰعُوا۟ لَهُۥ نَقْبًۭا ﴿٩٧﴾
نو طاقت نه لرو یاجوج ماجوج چې په دې باندې وخیژي ددې داوچتوالي دوجې نه، او دا طاقت هم نه لري چې دا سوری کړي دلاندې طرف نه ددې دکلکوالي دوجې. ق
قَالَ هَـٰذَا رَحْمَةٌۭ مِّن رَّبِّى ۖ فَإِذَا جَآءَ وَعْدُ رَبِّى جَعَلَهُۥ دَكَّآءَ ۖ وَكَانَ وَعْدُ رَبِّى حَقًّۭا ﴿٩٨﴾
ذو القرنین وویل: دا ددیوال زما درب دمهربانۍ څخه دی چې حایل دی دیاجوج او ماجوج او دهغوی دفساد کولو ترمنځ په ځمکه کې، او دفساد څخه ئې منعه کوي، نو کله چې هغه وخت راشي چې الله تعالی ددوی دراوتلو لپاره مقرر کړی مخکې دقیامت دقایمیدلو نه نو دا دیوال به دځمکې سره برابر کړي، او ده وعده دالله تعالی- په هموارولو ددې دېوال دځمکې سره او په راویستلو دیاجوج او ماجوج- ثابته چې هیڅ وروسته والی پکې نشته. مخ ۱۴ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
۞ وَتَرَكْنَا بَعْضَهُمْ يَوْمَئِذٍۢ يَمُوجُ فِى بَعْضٍۢ ۖ وَنُفِخَ فِى ٱلصُّورِ فَجَمَعْنَـٰهُمْ جَمْعًۭا ﴿٩٩﴾
او پرې به ږدو ځنې خلک په اخري زمانه کې چې ګډوډیږې به او دیو بل سره به یوځای کیږي، او پوکی به وشي په دویمه شپیلۍ کې نو راجمع به کړو ټول خلک د حساب او بدلې ورکولو لپاره. وعرض نا جهن م يومئ ذ للكفرين عرضا
وَعَرَضْنَا جَهَنَّمَ يَوْمَئِذٍۢ لِّلْكَـٰفِرِينَ عَرْضًا ﴿١٠٠﴾
او ښکاره به کړو مونږ جهنم کافرانو ته داسې ښکاره کول چې هیڅ ګډوډي به پکې نه وي ددې لپاره چې ښه ښکاره ئې وویني
ٱلَّذِينَ كَانَتْ أَعْيُنُهُمْ فِى غِطَآءٍ عَن ذِكْرِى وَكَانُوا۟ لَا يَسْتَطِيعُونَ سَمْعًا ﴿١٠١﴾
مونږ ښکاره کړی دا جهنم هغو کافرانو ته چې دوی په دنیا کې ړانده وو دالله تعالی دیاد نه؛ لدې امله چې ددوی په سترګو باندې وې پردې منعه کوونکي ددې د لېدلو نه، او وو دوی چې طاقت ئې نه لرلو داورېدلو دآیتونو دالله تعالی په اورېدلو دقبولوالي
أَفَحَسِبَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ أَن يَتَّخِذُوا۟ عِبَادِى مِن دُونِىٓ أَوْلِيَآءَ ۚ إِنَّآ أَعْتَدْنَا جَهَنَّمَ لِلْكَـٰفِرِينَ نُزُلًۭا ﴿١٠٢﴾
ایا ګومان کړی هغو کسان چې کفر ئې کړی په الله تعالی باندې چې وګرځوي بندګان زما دملاېکو او پېغمبرانو او شیطانانو نه حقدار دبندګۍ پرته له ما څخه؟ ! یقینا مونږ تیار کړی جهنم کافرانو لره ځای داوسېدلو
قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُم بِٱلْأَخْسَرِينَ أَعْمَـٰلًا ﴿١٠٣﴾
ووایه -ای پیغمبره-: ایا زه نه خبروم تاسې -ای خلکو- په هغو خلکو چې دډیر تاواني عمل والا دي؟
ٱلَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا ﴿١٠٤﴾
هغه کسان چې وبه ویني دقیامت په ورځ چې بیشکه ددوی هغه کوششونه چې دوی په دې دنیا کې کول برباد شوي، او دوی ګومان کوي چې بیشکه دوی نیکي کوونکي دي په دې خپل کوشش کې، او دوی به په خپلو عملونو فایده حاصله کړي، او واقع حال ددې خلاف دی
أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِـَٔايَـٰتِ رَبِّهِمْ وَلِقَآئِهِۦ فَحَبِطَتْ أَعْمَـٰلُهُمْ فَلَا نُقِيمُ لَهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ وَزْنًۭا ﴿١٠٥﴾
دغه کسان خاص هم دوی هغه خلک دي چې کفر ئې کړی دخپل رب په هغو آیتونو چې دلالت کوونکي دي دهغه په یووالي، او کفر ئې کړی دهغه په ملاقات، نو برباد شوي عملونه ددوی دوجې دکفر ددوی نه په دې باندې، نو دوی لره به دقیامت په ورځ دالله تعالی په نیزد هیڅ قدر هم نه وي
ذَٰلِكَ جَزَآؤُهُمْ جَهَنَّمُ بِمَا كَفَرُوا۟ وَٱتَّخَذُوٓا۟ ءَايَـٰتِى وَرُسُلِى هُزُوًا ﴿١٠٦﴾
دا چمتو شوې سزا دوی لره جهنم دی؛ دوجې دکفر ددوی په الله تعالی باندې، او لدې امله چې دوی زما نازل شوي آیتونه او پيغمبران مسخره ګڼلې و
إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ كَانَتْ لَهُمْ جَنَّـٰتُ ٱلْفِرْدَوْسِ نُزُلًا ﴿١٠٧﴾
یقینا هغه کسان چې ایمان ئې راوړی په الله تعالی او نیک عملونه ئې کړي دي شته دی دوی لره په اوچتو جنتونو کې ځای ددوی دمیلمستیا لپاره. مخ ۱۵ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر خلدين فيها لا يبغون عنها حولا
خَـٰلِدِينَ فِيهَا لَا يَبْغُونَ عَنْهَا حِوَلًۭا ﴿١٠٨﴾
اوسیږې به دوی په دې کې همېشه، نه به لټوي دوی دهغه نه بدلېدل، ځکه چې ددې سره هیڅ قسم بدله نشي برابرېدلی
قُل لَّوْ كَانَ ٱلْبَحْرُ مِدَادًۭا لِّكَلِمَـٰتِ رَبِّى لَنَفِدَ ٱلْبَحْرُ قَبْلَ أَن تَنفَدَ كَلِمَـٰتُ رَبِّى وَلَوْ جِئْنَا بِمِثْلِهِۦ مَدَدًۭا ﴿١٠٩﴾
ووایه -ای پېغمبره-: یقینا زما درب خبر ډېرې زیاتې دي، نو که چېرته دریاب دهغو دلیکلو لپاره سیاهي شي نو ددریاب اوبه به ختمې شي مخکې له دې چې دهغه پاک ذات کلمات ختم شي، او اګر که مونږ راوړو نور دریابونه هم نو خامخا دا به هم ختم شي
قُلْ إِنَّمَآ أَنَا۠ بَشَرٌۭ مِّثْلُكُمْ يُوحَىٰٓ إِلَىَّ أَنَّمَآ إِلَـٰهُكُمْ إِلَـٰهٌۭ وَٰحِدٌۭ ۖ فَمَن كَانَ يَرْجُوا۟ لِقَآءَ رَبِّهِۦ فَلْيَعْمَلْ عَمَلًۭا صَـٰلِحًۭا وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِۦٓ أَحَدًۢا ﴿١١٠﴾
ووایه -ای پېغمبره-: یقینا زه یو انسان یم ستا په شان، وحی کېدلی شي ما ته چې بېشکه معبود ستاسې په ریښتیا سره معبود یو دی چې هیڅ شرېک ورله نشته، او هغه الله تعالی دی، نو څوک چې ویرېږي دملاقات دخپل رب نه نو ودې کړي نېک عمل دشریعت موافق، اخلاص کوونکی دې وي په دې کې خپل رب لره، او نه دې شرېکوي دخپل رب په عبادت کې هیڅوک. مخ ۱۶ له ۱۶ moc.hgelp