کورتفسیرالإسراء (١٧)

تفسیر الإسراء — Al-Israa (17)

مکي · ١١١ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

سُبْحَـٰنَ ٱلَّذِىٓ أَسْرَىٰ بِعَبْدِهِۦ لَيْلًۭا مِّنَ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ إِلَى ٱلْمَسْجِدِ ٱلْأَقْصَا ٱلَّذِى بَـٰرَكْنَا حَوْلَهُۥ لِنُرِيَهُۥ مِنْ ءَايَـٰتِنَآ ۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْبَصِيرُ ﴿١﴾

پاک دی الله تعالی او لوی دی؛ دوجې دقدرت دهغه نه په هغه څه چې هیڅوک پرې قادر نه دی، نو الله تعالی هغه ذات دی چې بیولی ېې وخپل بنده محمد -صلی الله علیه وسلم- په روح او بدن سره په ویښه په یوه حصه دشپې کې دمسجد حرام نه بیت المقدس جومات ته هغه چې برکت اچولی مونږ ګیرچاپیره دهغه نه په میوو او فصلونو سره او په ځايونو داوسیدلو دپیغمبرانو -علیهم السلام-؛ ددې لپاره چې وویني بعضې زمونږ دنښو نه چې دلالت کوونکي دي دالله تعالی په قدرت باندې، یقینا الله تعالی ښه اوریدونکی دی هیڅ داوریدلو وړ شی پرې پټ نشي پاتې کیدلی، ښه لیدونکی دی هیڅ دلیدلو وړ شی ترې پټ نشي پاتی کیدلی

وَءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَـٰبَ وَجَعَلْنَـٰهُ هُدًۭى لِّبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ أَلَّا تَتَّخِذُوا۟ مِن دُونِى وَكِيلًۭا ﴿٢﴾

او ورکړی ومونږ موسی -علیه السلام- ته تورات او ګرځولی ومونږ دې لره هدایت کوونکی او ښودونکی بني اسرایېلو لره، او مونږ بني اسرایېلو ته ویلي و: مه نیسئ پرته زما څخه څوک ذمه وار چې خپل کارونه ورته سپارئ، بلکې یواځې په ما باندې ځان وسپارئ

ذُرِّيَّةَ مَنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ عَبْدًۭا شَكُورًۭا ﴿٣﴾

تاسې داولادې دهغه چا څخه یاست چې مونږ په هغوی باندې انعام کړی وو په خلاصۍ سره دنوح -علیه السلام- په ملګرتیا کې دغرقیدو نه داوبو په طوفان کې، نو دا نعمت را په یاد کړئ، او دالله تعالی شکر وباسئ یواځي دهغه په بندګۍ کولو او تابعدارۍ کولو سره، او په دې کې تاسې دنوح -علیه السلام- تابعداري وکړئ، ځکه چې هغه الله تعالی ته ډیر شکر ایستونکی و. و

وَقَضَيْنَآ إِلَىٰ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ فِى ٱلْكِتَـٰبِ لَتُفْسِدُنَّ فِى ٱلْأَرْضِ مَرَّتَيْنِ وَلَتَعْلُنَّ عُلُوًّۭا كَبِيرًۭا ﴿٤﴾

او خبر ورکړی وو مونږ بني اسرایېلو ته په تورات کې چې یقینا خامخا به دوی په ځمکه کې فساد کوي په ګناهونو کولو او په تکبر کولو سره دوه ځله، او خامخا به دوی په خلکو باندې لويي کوي په ظلم او زیاتي کولو سره تیریدونکي به وي دحد نه په دوی باندې په لویي کولو کې

فَإِذَا جَآءَ وَعْدُ أُولَىٰهُمَا بَعَثْنَا عَلَيْكُمْ عِبَادًۭا لَّنَآ أُو۟لِى بَأْسٍۢ شَدِيدٍۢ فَجَاسُوا۟ خِلَـٰلَ ٱلدِّيَارِ ۚ وَكَانَ وَعْدًۭا مَّفْعُولًۭا ﴿٥﴾

نو کله چې واقع شو ددوی نه اول ځل فساد مونږ په دوی باندې زمونږ داسې بندګان مسلط کړل چې خاوندان دطاقت او سخت جنګ وو چې دوی یې وژل او شړل، او ګرځیدل ددوی دکورونو په منځ کې خرابول ې هغه څه چې دوی پرې ورتیریدل، او دا وعده وه دالله تعالی په دې کار سره خامخا دا واقع کیدونکی وه

ثُمَّ رَدَدْنَا لَكُمُ ٱلْكَرَّةَ عَلَيْهِمْ وَأَمْدَدْنَـٰكُم بِأَمْوَٰلٍۢ وَبَنِينَ وَجَعَلْنَـٰكُمْ أَكْثَرَ نَفِيرًا ﴿٦﴾

بیا مونږ بیرته تاسې ته غلبه او حکومت درکړ -ای بني اسرایېلو- په هغه چا باندې چې په تاسې مسلط کړی شوي وو کله چې تاسې الله تعالی ته توبه وویستله، او زیات مو کړل تاسې لره مالونه وروسته دهغې نه چې ستاسې نه په زور اخیستل شوي و، او زامن مو درکړل وروسته دغلامان کیدلو دهغوی نه، او ومو ګرځولئ تاسې ډیره ډله ستاسې ددښمن نه

إِنْ أَحْسَنتُمْ أَحْسَنتُمْ لِأَنفُسِكُمْ ۖ وَإِنْ أَسَأْتُمْ فَلَهَا ۚ فَإِذَا جَآءَ وَعْدُ ٱلْـَٔاخِرَةِ لِيَسُـۥٓـُٔوا۟ وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُوا۟ ٱلْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍۢ وَلِيُتَبِّرُوا۟ مَا عَلَوْا۟ تَتْبِيرًا ﴿٧﴾

دخلوه أو ل مر ة وليتبروا ما علوا تتبيرا که تاسې ښایسته کړئ -ای بني اسرایېلو- عملونه خپل، او په سمه توګه مو عملونه وکړل، نو ددې بدله ستاسې دفایدې لپاره ده، نو پس الله تعالی بې نیازه دی ستاسې دعملونو نه، او که چیرته تاسې بد کارونه وکړئ نو دهغه انجام هم په تاسې دی، نو پس الله تعالی ته ستاسې نیکي هیڅ فایده نشي رسولی، او ستاسې بدي مخ ۱ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ورته هیڅ ضرر نشي رسولی، نو کله چې دویم ځل فساد تاسې وکړ، مونږ به په تاسې ستاسې دښمنان مسلط کړو ددې لپاره چې تاسې ذلیل کړي، او بدوالی او ذلت به ستاسې په مخونو باندې ښکاره وګرځوي، دهغو بی عزتیو دوجې نه چې تاسې ته به یې دررسوي، او ددې لپاره چې بیت المقدس ته به ننوځي او خراب به یې کړي لکه څرنګه چې ورته اول ځل ننوتلي وو او خراب کړی یې و، او ددې لپاره چې ورانه به کړي هغه برخه دښار چې دوی پرې غلبه حاصله کړي په پوره توګه هلاکولو سره

عَسَىٰ رَبُّكُمْ أَن يَرْحَمَكُمْ ۚ وَإِنْ عُدتُّمْ عُدْنَا ۘ وَجَعَلْنَا جَهَنَّمَ لِلْكَـٰفِرِينَ حَصِيرًا ﴿٨﴾

نژدې ده چې رب ستاسې -ای بني اسرایېلو- په تاسې رحم وکړي وروسته ددې سخت انتقام (عذاب) نه که چیرته تاسې هغه ته توبه وویستله، او خپل عملونه مو ښایسته کړل، او که چیرته تاسې بیرته فساد ته په دریم ځل یا زیات ددې نه راوګرځیدئ مونږ به راوګرځو ستاسو سزا درکولو ته، او مونږ جهم بستر ګرځولی دی دهغه چالپاره چې په الله جل جلاله یې کفر کړی دی، چې تل به پکې وي

إِنَّ هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانَ يَهْدِى لِلَّتِى هِىَ أَقْوَمُ وَيُبَشِّرُ ٱلْمُؤْمِنِينَ ٱلَّذِينَ يَعْمَلُونَ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًۭا كَبِيرًۭا ﴿٩﴾

یقینا دا قرآن کریم چې په محمد صلی الله علیه وسلم باندې نازل شوی؛ رسول کوي ښایسته لا رو ته او هغه داسلام لا ر ده، او خبر ورکوي په الله تعالی باندې ایمان لرونکو ته هغوی چې نیک عملونه کوي په هغه څه باندې چې دوی پرې خوشحالیږي، او هغه دا چې یقینا دوی لره دالله تعالی له طرفه دیر لوی ثوابونه دي

وَأَنَّ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِٱلْـَٔاخِرَةِ أَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًۭا ﴿١٠﴾

او خبر ورکوي هغو کسانو ته چې دقیامت په ورځ ایمان نه لري په هغه څه چې دوی خفه کوي، او هغه دا چې یقینا مونږ تیار کړی دوی لره دقیامت په ورځ دردناک عذاب

وَيَدْعُ ٱلْإِنسَـٰنُ بِٱلشَّرِّ دُعَآءَهُۥ بِٱلْخَيْرِ ۖ وَكَانَ ٱلْإِنسَـٰنُ عَجُولًۭا ﴿١١﴾

او خېرا کوي انسان دخپلی ناپوهئ له وجې په خپل ځان او بچو او مال باندې دغصې په وخت کې، لکه په شان ددعا دده خپل ځان لره په خیر سره، نو که چیرته مونږ په شر سره ددې دعا قبوله کړی وی نو دې به هلاک شوی وی، او مال او بچې به یې هم هلاک شوي وی، او دانسان په طبیعت کې تلوار دی؛ نو ددې وجې کله دا په هغه څه تلوار کوي چې دې ته ضرر رسوي

وَجَعَلْنَا ٱلَّيْلَ وَٱلنَّهَارَ ءَايَتَيْنِ ۖ فَمَحَوْنَآ ءَايَةَ ٱلَّيْلِ وَجَعَلْنَآ ءَايَةَ ٱلنَّهَارِ مُبْصِرَةًۭ لِّتَبْتَغُوا۟ فَضْلًۭا مِّن رَّبِّكُمْ وَلِتَعْلَمُوا۟ عَدَدَ ٱلسِّنِينَ وَٱلْحِسَابَ ۚ وَكُلَّ شَىْءٍۢ فَصَّلْنَـٰهُ تَفْصِيلًۭا ﴿١٢﴾

او موږ شپه او ورځ دوې داسې نښانې پيداکړي دي چې دالله پر يووالي او ځواک دلالت کوونکي دي، ځکه په هغو دواړو کې په اوږدوالي او لنډوالي، ګرمايښت او يخنۍ کې يې توپير دی، نو شپه مو دآرامتيا او خوب لپاره تياره ګرځولې ده او ورځ مو رڼا ګرځولې ده، ترڅو دالله هغه روزي ولټوئ چې په خپله پېرزوينه يې درته ټاکلې ده او ترڅو يې پر يوبل پسې په راتګ دکلونو شمېر معلوم کړئ او دمياشتو، ورځو او ساعتونو هغه حساب چې اړتيا ورته لرئ، هرڅه مو څرګند بيان کړي دي، ترڅو شيان سره بېل شي او څوک چې پرحق دي له باطله څرګند شي

وَكُلَّ إِنسَـٰنٍ أَلْزَمْنَـٰهُ طَـٰٓئِرَهُۥ فِى عُنُقِهِۦ ۖ وَنُخْرِجُ لَهُۥ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ كِتَـٰبًۭا يَلْقَىٰهُ مَنشُورًا ﴿١٣﴾

او هر انسان لره ګرځولی مونږ دهغه عمل چې هغه یې کوي لا زم هغه لره داسې لکه څرنګه چې غاړکۍ (امیل) په غاړې پسې لا زم وي، دهغه څخه نه جدا کیږي تر دې چې حساب ورسره پرې وشي، او مونږ به راوباسو دې لره دقیامت په ورځ داسې یو کتاب چې پدې کې به ټول هغه دخیر او شر کارونه وي چې دې کړي او دی به یې خپلی مخې ته پرانیستی او غوړیدلی وویني. مخ ۲ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

ٱقْرَأْ كِتَـٰبَكَ كَفَىٰ بِنَفْسِكَ ٱلْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًۭا ﴿١٤﴾

او مونږ به ووایو ده ته په دغه ورځ: ولوله -ای انسانه- عملنامه خپله، او په خپلو عملونو دځان سره په خپله حساب وکړه، پوره دی ځان ستا دقیامت په ورځ حساب کوونکی ستاسره

مَّنِ ٱهْتَدَىٰ فَإِنَّمَا يَهْتَدِى لِنَفْسِهِۦ ۖ وَمَن ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا ۚ وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌۭ وِزْرَ أُخْرَىٰ ۗ وَمَا كُنَّا مُعَذِّبِينَ حَتَّىٰ نَبْعَثَ رَسُولًۭا ﴿١٥﴾

نبعث رسولا چاچې دایمان لورې ته سمه لا ر وموندله نو ګټه یې دهمغه لپاره ده، او څوک چې بې لا ری شو نو یقینا سزا دبې لا رې توب دهغه په هغه باندې ده، او نه به باروي یو نفس ګناه دبل نفس، او مونږ نه یو عذاب ورکوونکي یو قوم لره تر دې چې په هغوی باندې دلیل قایم نه کړو په لیږلو دپیغمبرانو سره هغوی ته

وَإِذَآ أَرَدْنَآ أَن نُّهْلِكَ قَرْيَةً أَمَرْنَا مُتْرَفِيهَا فَفَسَقُوا۟ فِيهَا فَحَقَّ عَلَيْهَا ٱلْقَوْلُ فَدَمَّرْنَـٰهَا تَدْمِيرًۭا ﴿١٦﴾

او کله چې مونږ اراده وکړو دهلاکولو دیو قوم دهغوی دظلم له وجې؛ نو امر وکړو په تابعدارۍ سره هغه چا ته چې غرور کې اچولی هغوی لره نعمتونو نو هغوی تابعداري ونه کړه، بلکې نافرماني یې وکړه او دتابعدارۍ څخه ووتل، نو ریښتیا شو په دوی باندې عذاب دبیخ کندۍ ایستلو، نو مونږ هلاک کړل هغوی په هلاکولو د بیخ کندۍ سره

وَكَمْ أَهْلَكْنَا مِنَ ٱلْقُرُونِ مِنۢ بَعْدِ نُوحٍۢ ۗ وَكَفَىٰ بِرَبِّكَ بِذُنُوبِ عِبَادِهِۦ خَبِيرًۢا بَصِيرًۭا ﴿١٧﴾

او څومره ډیر دي هغه دروغ ګڼوونکی امتونه چې مونږ هلاک کړي وروسته دنوح -علیه السلام- نه لکه عادیان او ثمودیان! او پوره دی رب ستا -ای پیغمبره- په ګناهونو دخپلو بندګانو خبردار لیدونکی، هیڅ شی په هغه باندې ددې نه پټ نشي پاتي کیدلی، او خامخا به ورله پرې بدله ورکوي

مَّن كَانَ يُرِيدُ ٱلْعَاجِلَةَ عَجَّلْنَا لَهُۥ فِيهَا مَا نَشَآءُ لِمَن نُّرِيدُ ثُمَّ جَعَلْنَا لَهُۥ جَهَنَّمَ يَصْلَىٰهَا مَذْمُومًۭا مَّدْحُورًۭا ﴿١٨﴾

څوک چې په نېکو اعمالو ددنيا ژوند غواړي او په آخرت باور نه لري او هيڅ پروا يې نه لري، هغه ته همغه څه په بيړه ورکوو چې موږ يې غواړو نه هغه نعمتونه چې هغه يې غواړي، دچا لپاره چې موږ ورسره دا ډول کړنه وکړو بيا مو دهغه لپاره دوزخ پيدا کړی چې دقيامت په ورځ به ورننوځي ګرمي به يې دملامتۍ سره زغمي ځکه دنيا یې په آخرت سره غوره کړې وه او پر آخرت دکفر له امله او دالله له لورېينې لېرې غورځول شوی دی

وَمَنْ أَرَادَ ٱلْـَٔاخِرَةَ وَسَعَىٰ لَهَا سَعْيَهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌۭ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ كَانَ سَعْيُهُم مَّشْكُورًۭا ﴿١٩﴾

او څوک چې دآخرت دثواب په خاطر دنیکو کارونو هڅه وکړي، او کوشش کوي داخرت دپاره داسې کوشش چې دریا او ځان ښودنې نه خالي وي، او دا مومن وي په هغه څه چې الله تعالی پرې ایمان واجب کړی، نو دغه کسان چې دا صفات لري ددوی کوشش دالله تعالی سره مقبول دی، او خامخا به ورله پرې بدلې ورکوي. ل

كُلًّۭا نُّمِدُّ هَـٰٓؤُلَآءِ وَهَـٰٓؤُلَآءِ مِنْ عَطَآءِ رَبِّكَ ۚ وَمَا كَانَ عَطَآءُ رَبِّكَ مَحْظُورًا ﴿٢٠﴾

مونږ دې دواړو؛ نېکو او بدو ډلو ته ستا درب له ورکړې څخه ډیر څه ورکوو پرته لدې چې پرې ویې دروو ای پېغمبره! او په دنیا کې ستا درب ورکړه له هیچا څخه نه منع کیږي؛ خوا که هغه نیک وي او یا بد

ٱنظُرْ كَيْفَ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍۢ ۚ وَلَلْـَٔاخِرَةُ أَكْبَرُ دَرَجَـٰتٍۢ وَأَكْبَرُ تَفْضِيلًۭا ﴿٢١﴾

وګوره -ای پیغمبره- څرنګه مونږ غوره کړي ځیني ددوی نه په ځینو نورو باندې په دنیا کې په روزئ او درجو کې، او خامخا اخرت ډیر لوی فرق لري په مرتبو دنعمتونو کې ددنیوي له ژوند سره، او ډیر زیات دی په غوره والي کې، نو مومن باید په اخرت باندې حرص وکړي. مخ ۳ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

لَّا تَجْعَلْ مَعَ ٱللَّهِ إِلَـٰهًا ءَاخَرَ فَتَقْعُدَ مَذْمُومًۭا مَّخْذُولًۭا ﴿٢٢﴾

مه ګرځوه -ای بنده- دالله تعالی سره بل معبود چې بندګي یي وکړې، نو ته به شي بد ویلی شوی دالله تعالی په نزد، او دهغه دنیکو بندګانو په نزد نه به وي ستاینه کوونکی تا لره، شرمیدلی به يې دهغه له طرفه، نه به وي مدد کوونکی تا لره

۞ وَقَضَىٰ رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوٓا۟ إِلَّآ إِيَّاهُ وَبِٱلْوَٰلِدَيْنِ إِحْسَـٰنًا ۚ إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ ٱلْكِبَرَ أَحَدُهُمَآ أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُل لَّهُمَآ أُفٍّۢ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلًۭا كَرِيمًۭا ﴿٢٣﴾

او امر کړی رب ستا -ای بنده- او دا یې لا زم کړي چې دهغه نه پرته دبل چا بندګي دې ونه کړی شي، او حکم یې کړي په نیکۍ کولو دخپلو مور او پلار سره په ځانګړې توګه کله چې بوډاوالي ته ورسیږي، نو که چیرته ورسیږي یو دمور او پلار نه بوډاوالي ته او یا ورته دواړه ورسیږي ستا په ژوند کې، نو ته مه تنګیږه ددې دواړو نه په ویلو دهغه څه سره چې په دې تنګیدلو دلالت کوي، او دوی مه رټه او سخته وینا ورته هم مه کوه، او وایه ورته وینا ښایسته چې اسانتیا او نرمي پکې وي

وَٱخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ ٱلذُّلِّ مِنَ ٱلرَّحْمَةِ وَقُل رَّبِّ ٱرْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِى صَغِيرًۭا ﴿٢٤﴾

او له خاکسارۍ نه کار واخله دې دواړو ته دعاجزئ او مهربانۍ له وجې نه، او ووایه: ای زما ربه! رحم وکړه په دوی باندې خاص رحمت ددې وجې نه چې په وړوکوالي کې یې زما پالنه کړې

رَّبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا فِى نُفُوسِكُمْ ۚ إِن تَكُونُوا۟ صَـٰلِحِينَ فَإِنَّهُۥ كَانَ لِلْأَوَّٰبِينَ غَفُورًۭا ﴿٢٥﴾

رب ستاسې -ای خلکو- ښه پوه دی په هغه څه چې ستاسې په زړونو کې دي هغه ته داخلاص نه په بندګۍ کې او دنیکیو په کارونو کې، او په نیکي کولو کې دمور او پلار سره، نو که چیرته ستاسې نیتونه په عبادتونو او معاملو کې دخپلو مور او پلار او نورو سره نیک وي نو یقینا الله پاک هغه چا ته چې هغه ته ډیر ګرځیدونکی وي په توبې سره بخښونکی دی، نو چا چې توبه وویستله دخپل مخکني کمي نه په تابعدارئ دخپل رب او مور او پلار کې نو الله تعالی هغه ته بخښنه کوي

وَءَاتِ ذَا ٱلْقُرْبَىٰ حَقَّهُۥ وَٱلْمِسْكِينَ وَٱبْنَ ٱلسَّبِيلِ وَلَا تُبَذِّرْ تَبْذِيرًا ﴿٢٦﴾

او ورکوه-ای مومنه- خپلوانو ته حق دخپلولۍ (صله رحمۍ)، او ورکړه مسکین ته حق دهغه، او ورکړه لا روي ته په سفر دهغه کې، او مه خرچ کوه مال خپل په ګناه کې، او یا دزیاتي په ډول

إِنَّ ٱلْمُبَذِّرِينَ كَانُوٓا۟ إِخْوَٰنَ ٱلشَّيَـٰطِينِ ۖ وَكَانَ ٱلشَّيْطَـٰنُ لِرَبِّهِۦ كَفُورًۭا ﴿٢٧﴾

یقینا هغه کسان چې خرچ کوي مالونه خپل په ګناهونو کې، او زیاتي کوونکي په خرچ کولو کې وروڼه دشیطانانو دي، تابعداري کوي دهغوی په هغه څه کې چې امر ورته پرې کوي دبې ځایه خرچ کولو نه او زیاتي کولو نه، او دی شیطان خپل رب لره ناشکري کوونکی، نو نه کوي مګر هغه کار چې په هغه کې نافرماني وي، او امر نه کوي مګر په هغه څه چې دهغه رب غصه کوي

وَإِمَّا تُعْرِضَنَّ عَنْهُمُ ٱبْتِغَآءَ رَحْمَةٍۢ مِّن رَّبِّكَ تَرْجُوهَا فَقُل لَّهُمْ قَوْلًۭا مَّيْسُورًۭا ﴿٢٨﴾

او که ته چیرته انکار وکړې دورکړي ددوی نه؛ دوجې دنه موجودیت دهغه څه چې دوی ته یې ورکړې انتظار کوونکی یې ته دهغه څه چې پراخه کړي الله تعالی په هغه سره په تا باندې درزق نه، نو ووایه دوی ته خبره اسانه او نرمه، داسې چې ته دوی ته درزق دپراخۍ دعا وکړې، او یا ورسره دورکړې وعده وکړې که چیرته الله تعالی تا ته مال درکړ. مخ ۴ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَلَا تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَىٰ عُنُقِكَ وَلَا تَبْسُطْهَا كُلَّ ٱلْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًۭا مَّحْسُورًا ﴿٢٩﴾

او مه بندوه لا س خپل دخرچ کولو نه، او زیاتی هم مه کوه په خرچ کولو کې، نو شې به ته ملامت کړی شوی خلک به دې ملامتوي ستا په بخیلۍ باندې که چیرته دې لا س دخرچ کولو نه بند کړ، او بند به شي دخرچ کولو نه ستا داسراف دوجې نه، نو څه به درسره نه وي چې خرچ یې کړې

إِنَّ رَبَّكَ يَبْسُطُ ٱلرِّزْقَ لِمَن يَشَآءُ وَيَقْدِرُ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ بِعِبَادِهِۦ خَبِيرًۢا بَصِيرًۭا ﴿٣٠﴾

یقینا ستا رب پراخوي رزق چا لره چې وغواړي، او تنګوي يې چا لره چې وغواړي دوجې دلوی حکمت نه، یقینا دا الله تعالی خبردار دی لیدونکی دی، هیڅ شی په هغه باندې ددوی نه پټ نشي پاتي کیدلی، نو چلوي خپل حکم په دوی کې څرنګه چې یې غواړي

وَلَا تَقْتُلُوٓا۟ أَوْلَـٰدَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلَـٰقٍۢ ۖ نَّحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُمْ ۚ إِنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْـًۭٔا كَبِيرًۭا ﴿٣١﴾

او تاسې مه وژنئ بچې خپل دغریبۍ دویرې نه په راتلونکي وخت کې که چیرته تاسې په دوی باندې خرچه وکړئ، مونږ ددوی دروزۍ ذمه واري کوو، او ستاسې د روزۍ هم ذمه واري کوو، یقینا ددوی وژل دا ډیره لویه ګناه ده؛ ځکه چې ددوی څه ګناه نشته او نه داسې وجه شته چې ددوی وژل واجبوي

وَلَا تَقْرَبُوا۟ ٱلزِّنَىٰٓ ۖ إِنَّهُۥ كَانَ فَـٰحِشَةًۭ وَسَآءَ سَبِيلًۭا ﴿٣٢﴾

او ځان وساتئ له زنا څخه، او ځان وساتئ دهغه څه نه چې ددې سبب کیږي، یقینا دا دبدۍ اخري حد دی، او ډیره بده لا ره ده ځکه چې ددې په وجه نسبونه ګډوډیږي، او ددې په وجه دالله تعالی عذاب راځي

وَلَا تَقْتُلُوا۟ ٱلنَّفْسَ ٱلَّتِى حَرَّمَ ٱللَّهُ إِلَّا بِٱلْحَقِّ ۗ وَمَن قُتِلَ مَظْلُومًۭا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيِّهِۦ سُلْطَـٰنًۭا فَلَا يُسْرِف فِّى ٱلْقَتْلِ ۖ إِنَّهُۥ كَانَ مَنصُورًۭا ﴿٣٣﴾

إ نه كان منصورا او مه وژنئ تاسې هغه نفس چې الله تعالی یې وینه بچ ساتلی په ایمان او سلامتیا سره مګر که مرګ یې روا شي په ردت سره (د اسلام نه په اوښتلو)، او یا په زنا کولو سره وروسته دواده نه، او یا په قصاص سره (چې یو څوک یې وژلی وي نو دا به دهغه په بدل کې وژل کیږي)، او څوک چې مظلوم ووژل شو پرته له داسې یو سبب نه چې ددې مرګ روا کوي نو یقینا مونږ ګرځولی هغه چا لره چې ددې متولي وي دوارثانو څخه اختیار او غلبه په دې قاتل باندې، نو ده لره روا ده چې ددې قاتل د وژلو مطالبه وکړي دقصاص په ډول، او ده لره دبخښني حق هم شته پغیر دمقابل نه، او دا حق ورله هم شته چې هم دیت واخلي او هم بخښنه وکړي، نو نه به اوړي دهغې اندازې نه چې الله تعالی ده لره روا کړې په غوڅولو داندامونو ددې قاتل، او یا په وژلو دقاتل پغیر له هغې طریقې نه چې دې پرې هغه کس وژلی، او یا دقاتل په ځای بل څوک وژل، یقینا دا وارث دمړي چې دی دده مرسته او مدد کړی شوی دی

وَلَا تَقْرَبُوا۟ مَالَ ٱلْيَتِيمِ إِلَّا بِٱلَّتِى هِىَ أَحْسَنُ حَتَّىٰ يَبْلُغَ أَشُدَّهُۥ ۚ وَأَوْفُوا۟ بِٱلْعَهْدِ ۖ إِنَّ ٱلْعَهْدَ كَانَ مَسْـُٔولًۭا ﴿٣٤﴾

او تاسې تصرف مه کوئ په مال دهغه چا کې چې پلار یې وفات شوی وي دماشومانو څخه مګر په هغه طریقه چې هغه ډیره برابره وي دې لره دزیاتیدو دمال نه او د ساتلو دهغه تر دې چې ددې یتیم عقل پوخ شي او ځوانۍ ته ورسیږي، او پوره والی کوئ په هغو لوظونو چې ستاسې او دالله تعالی ترمنځ دي، او په هغو لوظونو چې ستاسې او دهغه دبندګانو ترمنځ دي پغیر دماتولو او نقصان کولو نه، یقینا الله تعالی به پوښتنه کوي دلوظ ورکوونکي نه دقیامت په ورځ: ایا په خپل لوظ یې وفا کړې نو ثواب ورله پرې ورکړي او که یا یې پرې وفا نده کړې نو عذاب به ورکړي

وَأَوْفُوا۟ ٱلْكَيْلَ إِذَا كِلْتُمْ وَزِنُوا۟ بِٱلْقِسْطَاسِ ٱلْمُسْتَقِيمِ ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌۭ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًۭا ﴿٣٥﴾

او پوره کوئ پیمانه کله چې پیمانه کوئ دبل چا لپاره او مه یې کموئ، او تول کوئ په تله دانصاف هغه چې هیڅ شی هم نه کموي او نه په کې دوکه کوي، دا پوره والی دپېمانې او دتول غوره دی تاسې لره په دنیا او اخرت کې، او ډیر ښایسته دی په اعتبار دانجام سره دکمي کولو نه په کموالي دپېمانو او تلو کې. مخ ۵ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِۦ عِلْمٌ ۚ إِنَّ ٱلسَّمْعَ وَٱلْبَصَرَ وَٱلْفُؤَادَ كُلُّ أُو۟لَـٰٓئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْـُٔولًۭا ﴿٣٦﴾

او مه زه -ای بنی ادم- په هغه څه پسې چې نشته تا لره دهغه باره کې دلیل،(که ته دا کار وکړې) نو ته به تابعداري وکړې دګومانونو او اټکل، یقینا انسان ذمه وار دی د هغه څه باره کې چې دې پکې خپل غوږونه او سترګې او زړه استعمال کړي وي دخیر او یا شر نه، نو ثواب به ورکولی شي په خیر باندې، او سزا به ورکولی شي په شر باندې

وَلَا تَمْشِ فِى ٱلْأَرْضِ مَرَحًا ۖ إِنَّكَ لَن تَخْرِقَ ٱلْأَرْضَ وَلَن تَبْلُغَ ٱلْجِبَالَ طُولًۭا ﴿٣٧﴾

او مه ګرځه په ځمکه کې په تکبر او لویي کولو سره، یقینا که ته په ځمکه کې لویي کوونکي وګرځې نو ته ځمکه په خپلو ګرځیدلو نشي څیري کولی، او ستا قد هم هغه اندازې ته نشي رسیدلی کومې ته چې غرونه رسیدلي په اوچتوالي او اوږدوالي کې، نو بیا دڅه وجې نه تکبر او لويي کوې؟! كل ذلك كان سيئه عند ربك مكروها

كُلُّ ذَٰلِكَ كَانَ سَيِّئُهُۥ عِندَ رَبِّكَ مَكْرُوهًۭا ﴿٣٨﴾

دا ټول څه چې مخکې ذکر شول په دې کې بد کارونه په نزد درب ستا -ای انسانه- ناروا دي، الله تعالی یې نه خوښوي دهغه چا نه چې دا کارونه کوي، بلکې بغض ورسره کوي

ذَٰلِكَ مِمَّآ أَوْحَىٰٓ إِلَيْكَ رَبُّكَ مِنَ ٱلْحِكْمَةِ ۗ وَلَا تَجْعَلْ مَعَ ٱللَّهِ إِلَـٰهًا ءَاخَرَ فَتُلْقَىٰ فِى جَهَنَّمَ مَلُومًۭا مَّدْحُورًا ﴿٣٩﴾

دغه څه مو چې له امرونو، نواهيوو او حکمونو څخه په ډاګه کړل هغه حکمت دی چې پالونکي دې وحي کړې ده، او اې انسانه له الله سره بل معبود مه نيسه چې د قيامت په ورځ به دوزخ ته داسې ملامت ور واچول شې، چې په خپله به هم ځان ملامتوې او خلک به دې هم ملامتوي، له هرې ښېګڼې به له لېرې کړل شوی وې

أَفَأَصْفَىٰكُمْ رَبُّكُم بِٱلْبَنِينَ وَٱتَّخَذَ مِنَ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةِ إِنَـٰثًا ۚ إِنَّكُمْ لَتَقُولُونَ قَوْلًا عَظِيمًۭا ﴿٤٠﴾

ای هغو خلکو چې دعوه کوئ چې یقینا ملاېکې دالله تعالی لورګانې دي، ایا خاص کړي یاست تاسې رب ستاسې -ای مشرکینو- په نارینه بچو سره، او دځان لپاره یې ملاېکې لورګانې نیولي؟ اوچت دی الله تعالی دهغه څه نه چې تاسې یې وایئ، یقینا تاسې په الله تعالی باندې داسې یوه خبره وایئ چې هغه انتها دقباحت کې ده داسې چې تاسې هغه ته دبچي نسبت کوئ، او دا ګومان کوئ چې یقینا هغه لره لورګانې دي ستاسې دزیاتي کولو دوجې نه په هغه باندې په کفر کولو کې

وَلَقَدْ صَرَّفْنَا فِى هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانِ لِيَذَّكَّرُوا۟ وَمَا يَزِيدُهُمْ إِلَّا نُفُورًۭا ﴿٤١﴾

او یقینا مونږ بیان کړي په دې قرآن کریم کې احکام او پندونه او مثالونه ددې لپاره چې خلک پرې پند واخلي، نو هغه لا ره خپله کړي چې دوی ته فایده رسوي، او هغه لا ره پریږدي چې دوی ته ضرر رسوي، او حال دا دی چې بعضې ددې خلکو نه داسې دي چې فطرتونه یې نسکور شوي نو نه زیاتي کیږي په دې سره مګر لرې والی دحق نه او بد ګڼل حق لره

قُل لَّوْ كَانَ مَعَهُۥٓ ءَالِهَةٌۭ كَمَا يَقُولُونَ إِذًۭا لَّٱبْتَغَوْا۟ إِلَىٰ ذِى ٱلْعَرْشِ سَبِيلًۭا ﴿٤٢﴾

ته ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکینو ته: که چیرته دالله تعالی سره نور څوک حقدار دبندګۍ وی لکه دوی چې وایې دبهتان او دروغو دوجې نه نو خامخا دې ګڼل شویو معبودانو به غوښتلی وی دالله تعالی طرف ته چې خاوند دعرش دی یوه لا ره چې دالله تعالی په بادشاهۍو باندې غالب شي او په دې کې ورسره جګړه وکړي. سبحنه وتعل عما يقولون علا كبيرا

سُبْحَـٰنَهُۥ وَتَعَـٰلَىٰ عَمَّا يَقُولُونَ عُلُوًّۭا كَبِيرًۭا ﴿٤٣﴾

پاک دی الله تعالی ډیر پاک دی دهغو صفتونو نه چې مشرکین یې ورله بیانوي، او اوچت دی دهغه څه نه چې دوی یې وایي په اوچتوالي ډیر سره. مخ ۶ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

تُسَبِّحُ لَهُ ٱلسَّمَـٰوَٰتُ ٱلسَّبْعُ وَٱلْأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ ۚ وَإِن مِّن شَىْءٍ إِلَّا يُسَبِّحُ بِحَمْدِهِۦ وَلَـٰكِن لَّا تَفْقَهُونَ تَسْبِيحَهُمْ ۗ إِنَّهُۥ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًۭا ﴿٤٤﴾

پاکي بیانوي الله تعالی لره اسمانونه، او پاکي بیانوي الله تعالی لره ځمکه، او پاکي بیانوي الله تعالی لره هغه څوک چې په اسمانونو او ځمکو کې دي دمخلوقاتو نه، او نشته هیڅ یو شي مګر دهغه پاکي بیانوي سره دثنا ویلو نه هغه لره، خو لیکن تاسې دهغوی دپاکۍ بیانولو په طریقه باندې نه پوهیږئ، نو تاسې نه پیژنئ مګر پاکي د هغه چا چې ستاسې په شان په ژبه پاکي بیانوي، یقینا دا الله تعالی اوچت دی صبرناک دی په سزا ورکولو کې تلوار نه کوي، بخښنه کوونکی دی هغه چاته چې توبه ورته وباسي

وَإِذَا قَرَأْتَ ٱلْقُرْءَانَ جَعَلْنَا بَيْنَكَ وَبَيْنَ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِٱلْـَٔاخِرَةِ حِجَابًۭا مَّسْتُورًۭا ﴿٤٥﴾

او کله چې ته لولی -ای پیغمبره- قرآن کریم لره نو دوی واوري هغه رټنې او پندونه چې په دې کې دي؛ مونږ وګرځوو ستا او دهغو کسانو په منځ کې چې دقیامت په ورځ ایمان نه راوړي پرده پټوونکي چې بندوي دوی لره دقرآن کریم دپوهې نه؛ دا سزا ده دوی لره ددوی دمخ اړولو دوجې نه

وَجَعَلْنَا عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَن يَفْقَهُوهُ وَفِىٓ ءَاذَانِهِمْ وَقْرًۭا ۚ وَإِذَا ذَكَرْتَ رَبَّكَ فِى ٱلْقُرْءَانِ وَحْدَهُۥ وَلَّوْا۟ عَلَىٰٓ أَدْبَـٰرِهِمْ نُفُورًۭا ﴿٤٦﴾

أ دبرهم نفورا او مونږ ګرځولي ددوی په زړونو باندې پردې تر دې چې په قرآن کریم باندې پوهه نشي، او مونږ ګرځولې ددوی په غوږونو کې دروندوالی تر څو دفایدې اخیستلو په اوریدلو سره قرآن کریم وانه وري، او کله چې ته یاد کړې ستا رب په قرآن کریم کې یواځې، او دهغوی ګڼل شوي معبودان یاد نه کړې دوی وګرځي په خپلو پوندو باندې، لرې کیدوونکي وي دتوحید خالص کولو څخه الله تعالی ته

نَّحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَسْتَمِعُونَ بِهِۦٓ إِذْ يَسْتَمِعُونَ إِلَيْكَ وَإِذْ هُمْ نَجْوَىٰٓ إِذْ يَقُولُ ٱلظَّـٰلِمُونَ إِن تَتَّبِعُونَ إِلَّا رَجُلًۭا مَّسْحُورًا ﴿٤٧﴾

مونږ ښه پوهیږو په طریقه دغوږ کیښودلو ددوی دمشرانو قرآن کریم ته، نو په دې اوریدلو سره هدایت نه غواړي، بلکې غواړي هسې سپک ګڼل او لغوه کارونه کول ستا دلو ستلو په وخت کې، او مونږ ښه پوهیږو په هغو پټو جرګو ددوی چې دوی یې کوي په باره ددروغ ګڼلو دقرآن کریم او په باره دمنعه کولو دخلکو دهغه نه، کله چې دا پخپلو ځانونو باندې ظلم کوونکي په کفر سره وایي: تاسې تابعداري نه کوئ -ای خلکو- مګر دجادو کړی شوي سړي چې عقل یې ګډوډ شوی دی

ٱنظُرْ كَيْفَ ضَرَبُوا۟ لَكَ ٱلْأَمْثَالَ فَضَلُّوا۟ فَلَا يَسْتَطِيعُونَ سَبِيلًۭا ﴿٤٨﴾

وګوره -ای پیغمبره- چې تعجب وکړې دهغه څه نه چې دوی پرې ستا مختلف بد صفتونه بیانوي، نو دوی دحق نه واوښتل، او بې لا رې شول نو دوی دحق لا رې ته هدایت بیانه موند

وَقَالُوٓا۟ أَءِذَا كُنَّا عِظَـٰمًۭا وَرُفَـٰتًا أَءِنَّا لَمَبْعُوثُونَ خَلْقًۭا جَدِيدًۭا ﴿٤٩﴾

او وایي مشرکان دوجې دانکار کولو ددوی دوباره ژوند لره: آیا کله چې مونږ مړه شو او هډوکي شو، او زمونږ بدنونه زاړه شي، آیا مونږ به بیرته راژوندي کیږو په ژوند نوي سره؟! یقینا دا خو نا ممکن دی

۞ قُلْ كُونُوا۟ حِجَارَةً أَوْ حَدِيدًا ﴿٥٠﴾

ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره-: شئ تاسې -ای مشرکینو- که چیرته کولی شئ تیږې (ګټې) په سختوالي کې، او یا اوسپنه شئ په قوت کې، او تاسې هیچیرې داسې نه شئ کولی. مخ ۷ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

أَوْ خَلْقًۭا مِّمَّا يَكْبُرُ فِى صُدُورِكُمْ ۚ فَسَيَقُولُونَ مَن يُعِيدُنَا ۖ قُلِ ٱلَّذِى فَطَرَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍۢ ۚ فَسَيُنْغِضُونَ إِلَيْكَ رُءُوسَهُمْ وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هُوَ ۖ قُلْ عَسَىٰٓ أَن يَكُونَ قَرِيبًۭا ﴿٥١﴾

ى او یا شئ بل قسم مخلوق لوی ددې دواړو نه څومره چې ستاسې په سینو کې غټ مخلوق وي، نو یقینا الله تعالی بیرته ستاسې راپاڅوونکی دی دقبرونو نه لکه څرنګه چې یې اول پیداکړي وئ، او راژوندی کوونکی دی ستاسې لکه اول ځل چې یې پیداکړي وئ، نو خامخا وایي به دا عناد کوونکي: څوک دی چې مونږ بیرته ژوندي راپاڅوي وروسته زمونږ دمړه کیدلو نه؟ ته ورته ووایه: بیرته ژوندي راپاڅوي تاسې هغه ذات چې اول ځل یې پیداکړي یاست په غیر دمخکني مثال نه، نو دوی به خپل سرونه خوځوي مسخرې کوونکي به وي ستا دجواب نه دوی ته، او وايي دوی په داسې حال کې چې لرې ګڼونکي دي (بیرته راژوندي کیدلو لره): کله به وي دا بیرته راژوندي کیدل؟! ته ورته ووایه: کیدای شي دا نږدې وي، ځکه هر یو شی چې راتلونکی وي هغه نږدې دی. يوم يدعوكم فتستجيبون بحمده وتظنون إ نلبثتم إ ل اقليلا

يَوْمَ يَدْعُوكُمْ فَتَسْتَجِيبُونَ بِحَمْدِهِۦ وَتَظُنُّونَ إِن لَّبِثْتُمْ إِلَّا قَلِيلًۭا ﴿٥٢﴾

بیرته به الله تعالی راژوندي کوي تاسې په هغه ورځ چې اواز به درته وشي دمحشر میدان ته، نو تاسې به قبول کړئ دهغه بلنه غاړه کیښودونکي به یاست دهغه حکم ته، دهغه ثنا به وایئ، او تاسې به دا ګومان کوئ چې تاسې په ځمکه کې وخت نه دی تیر کړی مګر لږ وخت. و

وَقُل لِّعِبَادِى يَقُولُوا۟ ٱلَّتِى هِىَ أَحْسَنُ ۚ إِنَّ ٱلشَّيْطَـٰنَ يَنزَغُ بَيْنَهُمْ ۚ إِنَّ ٱلشَّيْطَـٰنَ كَانَ لِلْإِنسَـٰنِ عَدُوًّۭا مُّبِينًۭا ﴿٥٣﴾

او ووایه -ای پیغمبره- زما هغو بندګانو ته چې په ما یې ایمان راوړی: ودې کړي دوی ښایسته خبرې کله چې دوی دیو بل سره خبرې کوي، او ځان دې وساتي دبدې نفرت پیداکوونکې کلمې نه؛ ځکه چې شیطان دا غنیمت ګڼي نو ددوی تر منځ په دنیوي او اخروي زندګۍ کې دفساد اچولو کوشش کوي، یقینا شیطان چې دی هغه دښمن دی ښکاره دښمني کوونکی، نو په مومن باندې لا زمه ده چې دشیطان نه ځان وساتي

رَّبُّكُمْ أَعْلَمُ بِكُمْ ۖ إِن يَشَأْ يَرْحَمْكُمْ أَوْ إِن يَشَأْ يُعَذِّبْكُمْ ۚ وَمَآ أَرْسَلْنَـٰكَ عَلَيْهِمْ وَكِيلًۭا ﴿٥٤﴾

رب ستاسې -ای خلکو- ښه پوهه دی په تاسې، نو پټ نه پاتې کيږي په هغه باندې ستاسې نه هیڅ شی، که چیرته وغواړي چې رحم وکړي په تاسې نو رحم به درباندې وکړي داسې چې دایمان او نیک عمل طرف ته به توفیق درکړي، او که چیرته وغواړي چې عذاب درکړي تاسې ته عذاب به درکړي داسې چې لرې به مو کړي دایمان نه او په کفر به مو مړه کړي، او مونږ نه یې لیږلی ته -ای پیغمبره- په دوی باندې ذمه وار چې ته یې په ایمان مجبورکړې، او دکفر نه یې بند کړې، او د دوی عملونه حساب کړې، یقینا ته خو رسوونکی یې دالله تعالی له طرفه دهغه څه چې تا ته یې پرې درسولو امر کړی

وَرَبُّكَ أَعْلَمُ بِمَن فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۗ وَلَقَدْ فَضَّلْنَا بَعْضَ ٱلنَّبِيِّـۧنَ عَلَىٰ بَعْضٍۢ ۖ وَءَاتَيْنَا دَاوُۥدَ زَبُورًۭا ﴿٥٥﴾

او رب ستا -ای پیغمبره- ښه پوهه دی په هغو چا چې په اسمانونو او ځمکه کې دي، او ښه پوهه دی دهغوی په احوالو او په هغه څه چې دوی یې حقدار دي، او یقینا مونږ غوره کړي بعضې دپیغبرانو نه په بعضو نورو په ډیروالي دتابعدارانو او په رالیږلو دکتابونو، او مونږ ورکړی وداود -علیه السلام- ته کتاب چې هغه زبور دی

قُلِ ٱدْعُوا۟ ٱلَّذِينَ زَعَمْتُم مِّن دُونِهِۦ فَلَا يَمْلِكُونَ كَشْفَ ٱلضُّرِّ عَنكُمْ وَلَا تَحْوِيلًا ﴿٥٦﴾

ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکینو ته: راوبلئ تاسې -ای مشرکینو- هغه کسان چې تاسې ګومان کاوه چې ګویا کې دوی حقدار دبندګۍ دي پرته له الله تعالی نه کله چې په تاسې څه تکلیف او مصیبت راشي، نو دوی وسع نه لري دلرې کولو ددې تکلیف او مصیبت ستاسې نه، او وسع نه لري دبدلولو ددې تکلیف بل چا ته د دوی دبې چارۍ دوجې نه، او څوک چې بې چاره وي نو هغه دبندګۍ حقدار نشي کیدلی

أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ يَدْعُونَ يَبْتَغُونَ إِلَىٰ رَبِّهِمُ ٱلْوَسِيلَةَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ وَيَرْجُونَ رَحْمَتَهُۥ وَيَخَافُونَ عَذَابَهُۥٓ ۚ إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُورًۭا ﴿٥٧﴾

كان محذورا دغه کسان چې دوی ورته رامدد شه وایي دملاېکو او نورو نه؛ هغوی پخپله لټوي هغه نیک عمل چې دوی الله تعالی ته نږدې کړي، او دوی په دې کې یو بل سره مقابله کوي چې کوم یو دې ته په تابعدارۍ کې ډیر نږدې دی، او دوی دالله تعالی درحمت امید لري، او دهغه دعذاب نه ویریږي، یقینا ستا درب عذاب -ای مخ ۸ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر پیغمبره- باید دهغه نه ویره وشي

وَإِن مِّن قَرْيَةٍ إِلَّا نَحْنُ مُهْلِكُوهَا قَبْلَ يَوْمِ ٱلْقِيَـٰمَةِ أَوْ مُعَذِّبُوهَا عَذَابًۭا شَدِيدًۭا ۚ كَانَ ذَٰلِكَ فِى ٱلْكِتَـٰبِ مَسْطُورًۭا ﴿٥٨﴾

او هيڅ کلی او له کليو کوم ښار نشته چې اوسېدونکي يې کافران وي، مګر موږ دهغوی دکفر له امله ددنيا په ژوند کې عذاب او تباهي پرې راوستونکي يو او يا يې په پياوړي عذاب لکه وژل او داسې نورو اخته کوونکي يو، دهغوی دکفر له امله دغه تباهي او سزا په لوح محفوظ کې ليکل شوې يوه الهي پرېکړه ده

وَمَا مَنَعَنَآ أَن نُّرْسِلَ بِٱلْـَٔايَـٰتِ إِلَّآ أَن كَذَّبَ بِهَا ٱلْأَوَّلُونَ ۚ وَءَاتَيْنَا ثَمُودَ ٱلنَّاقَةَ مُبْصِرَةًۭ فَظَلَمُوا۟ بِهَا ۚ وَمَا نُرْسِلُ بِٱلْـَٔايَـٰتِ إِلَّا تَخْوِيفًۭا ﴿٥٩﴾

او مونږ نه دي پریښي رالیږل دحسي معجزو - هغه چې دلالت کوونکی وي په ریښتنولۍ دپیغمبر کومې چې مشرکینو غوښتلي وې لکه: دمړو ژوندي کول او نورې- مګر ددې وجې نه چې مونږ دا نازل کړې وې په پخوانیو امتونو نو هغوی دروغ وګڼلې دغه معجزې، نو یقینا مونږ ورکړي وه ثمودیانو ته غټه او ښکاره معجزه، چې هغه اوښه وه، نو هغوی کفر او انکار وکړ په هغې باندې نو مونږ په تلوار سره هغوی ته عذاب ورکړ، او مونږ نه رالیږو معجزې دپیغمبرانو په لا سونو مګر دویرې ورکولو لپاره د هغوی امتونو ته؛ کیدای شي چې دوی غاړه کیږدي (مسلمانان شي)

وَإِذْ قُلْنَا لَكَ إِنَّ رَبَّكَ أَحَاطَ بِٱلنَّاسِ ۚ وَمَا جَعَلْنَا ٱلرُّءْيَا ٱلَّتِىٓ أَرَيْنَـٰكَ إِلَّا فِتْنَةًۭ لِّلنَّاسِ وَٱلشَّجَرَةَ ٱلْمَلْعُونَةَ فِى ٱلْقُرْءَانِ ۚ وَنُخَوِّفُهُمْ فَمَا يَزِيدُهُمْ إِلَّا طُغْيَـٰنًۭا كَبِيرًۭا ﴿٦٠﴾

او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې مونږ تا ته وویل: یقینا ستا رب راګیر کړي ټول خلک په خپل قدرت کې، نو دوی ټول دهغه په تسلط او ګیر کې دي، او الله تعالی ساتونکی دی تا لره ددوی نه، نو ته ورسوه هغه څه چې تا ته یې په رسولو امر شوی، او مونږ نه دي ګرځولي هغه څه چې مونږ په سترګو ښودلي وتا ته داسرا په شپه باندې مګر امتحان او ازمیښت لپاره دخلکو، چې آیا دوی دا ریښتیا ګڼي، او که دروغ یې ګڼي؟ او مونږ نده ګرځولی ونه دزقوم - چې په قرآن کریم کې ذکر شوې چې دا دجهنم په یخ کې راټوکیږي - مګر ازمیښت ددوی لپاره، نو کله چې دوی په دې داوړو معجزو ایمان را نه وړ نو دوی هیڅکله په نورو ایمان نه راوړي، او مونږ ویره ورکوو دوی لره په رالیږلو دمعجزو، نو نه زیاتي کوي دوی لره دا ویره په رالیږلو ددې معجزو مګر زیاتی په کفر کې او ډیروالی په ګمراهۍ کې

وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَـٰٓئِكَةِ ٱسْجُدُوا۟ لِـَٔادَمَ فَسَجَدُوٓا۟ إِلَّآ إِبْلِيسَ قَالَ ءَأَسْجُدُ لِمَنْ خَلَقْتَ طِينًۭا ﴿٦١﴾

او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې مونږ ملاېکو ته وویل: سجده وکړئ ادم ته سجده داحترام او سلام نه سجده دعبادت، نو هغوی ټولو دالله تعالی امر ومانه او ټولو ادم -علیه السلام- ته سجده وکړه، مګر ابلیس لويي او تکبر وکړ ددې نه چې ادم -علیه السلام- ته سجده وکړي او ویې ویل: ایا زه سجده وکړم هغه چا ته چې تا دخټې نه پیدا کړی، او زه تا داور نه پیداکړی یم؟! نو زه خو دهغه نه ډیر عزتمند یم

قَالَ أَرَءَيْتَكَ هَـٰذَا ٱلَّذِى كَرَّمْتَ عَلَىَّ لَئِنْ أَخَّرْتَنِ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَـٰمَةِ لَأَحْتَنِكَنَّ ذُرِّيَّتَهُۥٓ إِلَّا قَلِيلًۭا ﴿٦٢﴾

ابلیس خپل رب ته وویل: خبر راکړه ما ته ددې مخلوق باره کې چې تا په ما باندې ده ته عزت ورکړی داسې چې ما ته دې هغه ته دسجدې کولو امر وکړ؟ که تا چیرته زه ژوندې پریښودم ددنیا داخرې وخت پورې نو زه به خامخا امیدونه ورکړم دهغه بچو ته او بې لا رې به یې کړم ستا دنیغې لا رې نه مګر لږ ددوی نه چې تا بچ وساتل، او هغوی ستا خاص بندګان دي

قَالَ ٱذْهَبْ فَمَن تَبِعَكَ مِنْهُمْ فَإِنَّ جَهَنَّمَ جَزَآؤُكُمْ جَزَآءًۭ مَّوْفُورًۭا ﴿٦٣﴾

خپل رب هغه ته وویل: لاړ شه ته او چا چې ستا تابعداري وکړه ددوی نه، نو یقینا جهنم ستا او دهغوی جزا ده پوره او پریمانه ستاسو دعملونو په وجه. مخ ۹ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَٱسْتَفْزِزْ مَنِ ٱسْتَطَعْتَ مِنْهُم بِصَوْتِكَ وَأَجْلِبْ عَلَيْهِم بِخَيْلِكَ وَرَجِلِكَ وَشَارِكْهُمْ فِى ٱلْأَمْوَٰلِ وَٱلْأَوْلَـٰدِ وَعِدْهُمْ ۚ وَمَا يَعِدُهُمُ ٱلشَّيْطَـٰنُ إِلَّا غُرُورًا ﴿٦٤﴾

او سپک کړه څوک چې ته سپک ګڼلی شې ددوی نه په خپلې بلنې سره دګناه طرف ته، او راوبله په دوی باندې خپل سواره او پیاده هغوی چې ستا تابعدارۍ کولو ته بلنه کوونکي دي، او شریک شه ددوی سره په مالونو ددوی کې په ښایسته کولو دهر یو کار چې دشریعت مخالف وي، او شریک شه ددوی سره ددوی په بچو کې په نسبت کولو ددوی بل چا ته په دروغو سره، او په راوړلو ددوی په زنا سره، او ددوی نسبت دبندګۍ کولو غیر الله ته په وخت دنوم کیښودلو کې، او ښایسته کړه دوی لره ددروغو وعدې او باطلې ارزوګانې، او وعده نه کوي ددوی سره شیطان مګر وعدې ددروغو هغه چې دوی دوکه کوي

إِنَّ عِبَادِى لَيْسَ لَكَ عَلَيْهِمْ سُلْطَـٰنٌۭ ۚ وَكَفَىٰ بِرَبِّكَ وَكِيلًۭا ﴿٦٥﴾

یقینا زما مومنان بندګان چې زما تابعداري کوونکي دي نشته تا لره -ای ابلیسه- په دوی باندې غلبه؛ ځکه چې الله تعالی ددوی نه ستا شر اړوي، او پوره دی الله تعالی ذمه وار هغه چا لره چې په خپلو ټولو چارو کې پرې اعتماد وکړي

رَّبُّكُمُ ٱلَّذِى يُزْجِى لَكُمُ ٱلْفُلْكَ فِى ٱلْبَحْرِ لِتَبْتَغُوا۟ مِن فَضْلِهِۦٓ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًۭا ﴿٦٦﴾

رب ستاسې -ای خلکو- خاص هغه ذات دی چې چلوي تاسې لره کښتۍ په سمندر کې ددې لپاره چې تاسې دهغه رزق ولټوئ دتجارت په ګټو او نورو سره، یقینا دا الله تعالی په تاسې باندې مهربانه دی داسې چې تاسو لره یې دا وسایل اسانه کړي

وَإِذَا مَسَّكُمُ ٱلضُّرُّ فِى ٱلْبَحْرِ ضَلَّ مَن تَدْعُونَ إِلَّآ إِيَّاهُ ۖ فَلَمَّا نَجَّىٰكُمْ إِلَى ٱلْبَرِّ أَعْرَضْتُمْ ۚ وَكَانَ ٱلْإِنسَـٰنُ كَفُورًا ﴿٦٧﴾

او کله چې ورسیږي تاسې ته -ای مشرکینو- مصیبت او سختي په سمندر کې تر دې چې تاسې دهلاکیدلو نه وویریږئ نو ستاسې دذهنونو نه هغه معبودان ورک شي چې تاسې به یې دالله تعالی نه پرته بندګي کوله، او نه یادوئ مګر الله تعالی نو دهغه نه بیا مرسته غواړئ، نو هر کله چې هغه ستاسې مرسته وکړي او تاسې بچ کړي د هغه څه نه چې تاسې ترې ویریدلئ، او تاسې وچې ته شئ مخ واړوئ دهغه دتوحید او دهغه دیواځې رابللو نه، او بیا خپلو بتانو ته وګرځئ، او دی انسان انکار کوونکی دالله تعالی نعمتونو لره

أَفَأَمِنتُمْ أَن يَخْسِفَ بِكُمْ جَانِبَ ٱلْبَرِّ أَوْ يُرْسِلَ عَلَيْكُمْ حَاصِبًۭا ثُمَّ لَا تَجِدُوا۟ لَكُمْ وَكِيلًا ﴿٦٨﴾

آیا بې غمه یاست -ای مشرکینو- کله چې ئې تاسې لره وچې ته نجات درکړو ددې نه چې په تاسې به دا وغورځوي؟ او ایا بېغمه تاسې ددې نه چې راوبه وروي په تاسې باندې دبره نه کاڼي لکه دلوط -علیه السلام- په قوم چې یې راورولي وو، بیا به تاسې بیا نه مومئ څوک ساتونکی چې تاسې وساتي، او نه څوک مددګار چې تاسې دهلاکت نه بچ کړي

أَمْ أَمِنتُمْ أَن يُعِيدَكُمْ فِيهِ تَارَةً أُخْرَىٰ فَيُرْسِلَ عَلَيْكُمْ قَاصِفًۭا مِّنَ ٱلرِّيحِ فَيُغْرِقَكُم بِمَا كَفَرْتُمْ ۙ ثُمَّ لَا تَجِدُوا۟ لَكُمْ عَلَيْنَا بِهِۦ تَبِيعًۭا ﴿٦٩﴾

به تبيعا او یا تاسې په امن کې یاست ددې نه چې الله تعالی مو بیرته دریاب ته وګرځوي، بیا به راولیږي په تاسې باندې سیلۍ سخته، نو غرق به کړي تاسې لره په سبب د ناشکرۍ ستاسې دالله تعالی په نعمت باندې هر کله چې یې تاسې لره اول ځل نجات درکړی و، بیا به تاسې بیا نه مومئ دځان لپاره څوک پوښتنه کوونکی چې زمونږ څخه پوښتنه وکړي دهغه څه باره کې چې مونږ تاسې سره کړی ستاسې دمدد لپاره. مخ ۱۰ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

۞ وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِىٓ ءَادَمَ وَحَمَلْنَـٰهُمْ فِى ٱلْبَرِّ وَٱلْبَحْرِ وَرَزَقْنَـٰهُم مِّنَ ٱلطَّيِّبَـٰتِ وَفَضَّلْنَـٰهُمْ عَلَىٰ كَثِيرٍۢ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًۭا ﴿٧٠﴾

تفض يلا او یقینا مونږ عزت ورکړی اولادې دادم ته په عقل سره او په سجده کیدو دملاېکو ددوی پلار ته او داسې نورو، او مونږ مسخر کړي دوی لره هغه څه چې دوی باروي په وچه کې دچارپایانو او سورلو نه، او هغه چې دوی باروي په دریاب کې دکښتیو نه، او مونږ دوی ته رزق ورکړی دخوندورو خوراکونو او څښاکونو او نکاح ګانو او نورو څخه، او مونږ غوره کړي دوی په ډیرو زمونږ دمخلوقاتو نه په غوره والي ډیر سره، نو په دوی لا زمه ده چې په دوی باندې دالله تعالی دنعمتونو شکر ادا کړي

يَوْمَ نَدْعُوا۟ كُلَّ أُنَاسٍۭ بِإِمَـٰمِهِمْ ۖ فَمَنْ أُوتِىَ كِتَـٰبَهُۥ بِيَمِينِهِۦ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ يَقْرَءُونَ كِتَـٰبَهُمْ وَلَا يُظْلَمُونَ فَتِيلًۭا ﴿٧١﴾

او یاد کړه -ای پیغمبره- په کومه ورځ چې اواز به وکړو مونږ هرې ډلې ته دهغوی په پیشوا باندې هغه چې دوی ورپسې په دنیا کې اقتدا کوله، نو هر چا ته چې ورکړی شوه عملنامه دهغه په ښي لا س نو دغه خلک به لولي خپلې عملنامې په داسې حال کې چې خوشحاله به وي، او ددوی دبدلو نه به هیڅ شي هم نشي کمیدلی، او اګر که دومره لږه نیکي هم وي په اندازه دهغه تار چې دکجورې دهډوکي په منځ کې وي

وَمَن كَانَ فِى هَـٰذِهِۦٓ أَعْمَىٰ فَهُوَ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ أَعْمَىٰ وَأَضَلُّ سَبِيلًۭا ﴿٧٢﴾

او هغه څوک چې په دې دنیا کې یې زړه دحق دقبلولو او هغه ته دتسلیمیدلو نه ړوند وي، نو دې به دقیامت په ورځ ددې نه هم ډیر ړوند وي، نو دجنت لا رې ته به نشي رسیدلی، او ډیر بې لا ری به وي دهدایت نه، او بدله دهر کار دهغه مطابق ده

وَإِن كَادُوا۟ لَيَفْتِنُونَكَ عَنِ ٱلَّذِىٓ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ لِتَفْتَرِىَ عَلَيْنَا غَيْرَهُۥ ۖ وَإِذًۭا لَّٱتَّخَذُوكَ خَلِيلًۭا ﴿٧٣﴾

او یقینا نږدې وه چې دې مشرکینو ته اړولی وې -ای پیغمبره- دهغه قرآن کریم نه چې مونږ یې تا ته وحې کړی ده؛ ددې لپاره چې ته دروغ جوړ کړې په مونږ باندې پرته له قرآن کریم نه هغه چې دهغوی دخواهشاتو سره مناسب وي، او که تا کړی وی هغه څه چې دوی غوښتلي ود دې کارونو نه نو خامخا دوی به ته خپل خاص دوست جوړکړی وې

وَلَوْلَآ أَن ثَبَّتْنَـٰكَ لَقَدْ كِدتَّ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْـًۭٔا قَلِيلًا ﴿٧٤﴾

او که مونږ په تا باندې احسان نه وکړی په کلکوالی ستا سره په حق باندې نو یقینا نږدې وه چې ته کوږ شې دوی ته په څه کږیدلو سره، نو ته به موافق شوی وی د دوی سره په هغو خبرو کې چې دوی یې تا ته وړاندیز کړی و؛ ددوی سختې دوکې دوجې نه او ددوی دسختو چلونو دوجې نه سره دزیات حرص ستا نه ددوی په ایمان باندې، خو لیکن ته مونږ بچ وساتلې هغوی ته دکږیدلو نه

إِذًۭا لَّأَذَقْنَـٰكَ ضِعْفَ ٱلْحَيَوٰةِ وَضِعْفَ ٱلْمَمَاتِ ثُمَّ لَا تَجِدُ لَكَ عَلَيْنَا نَصِيرًۭا ﴿٧٥﴾

او که چیرته ته کوږ شوی وې دوی ته دهغوی په وړاندیزونو کې نو خامخا څکلی به وی مونږ تاته په عذاب څو چنده په ژوند دنیوي کې او په اخرت کې هم، بیا به تا څوک مددګار نه وموندلی چې ستا سره یې زمونږ په خلاف مرسته کړی و، او ستا نه یې عذاب لرې کړی و

وَإِن كَادُوا۟ لَيَسْتَفِزُّونَكَ مِنَ ٱلْأَرْضِ لِيُخْرِجُوكَ مِنْهَا ۖ وَإِذًۭا لَّا يَلْبَثُونَ خِلَـٰفَكَ إِلَّا قَلِيلًۭا ﴿٧٦﴾

او یقینا نږدې وو دا کافران چې په تکلیف کړي تا لره په دښمنۍ ددوی ستا سره ددې لپاره چې تا دمکې نه وباسي، خو لیکن الله تعالی دوی بند کړل ستا دویستلو نه تر دې چې تا دخپل رب په امر هجرت وکړ او که ته چیرته دوی ویستلی وې دمکې نه نو دوی به ستا دویستلو نه وروسته په دې کې نه وو پاتي شوي مګر لږ وخت. مخ ۱۱ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

سُنَّةَ مَن قَدْ أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِن رُّسُلِنَا ۖ وَلَا تَجِدُ لِسُنَّتِنَا تَحْوِيلًا ﴿٧٧﴾

دا حکم په نه پاتي کیدلو ددوی کې ورسته ستا نه مګر لږ وخت دالله تعالی همیشنۍ طریقه ده په پیغمبرانو کې مخکې ستا نه، او هغه دا چې کوم یو پیغمبر چې خپل قوم دخپل منځ نه ویستلی نو الله تعالی په دوی باندې عذاب راوستلی، او ته به بیا نه مومې -ای پیغمبره- زمونږ طریقې لره څه بدلیدل، بلکې ته به بیامومې دې لره ثابته همیشه

أَقِمِ ٱلصَّلَوٰةَ لِدُلُوكِ ٱلشَّمْسِ إِلَىٰ غَسَقِ ٱلَّيْلِ وَقُرْءَانَ ٱلْفَجْرِ ۖ إِنَّ قُرْءَانَ ٱلْفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًۭا ﴿٧٨﴾

پابندي دلمانځه کوه په کولو دهغه سره په سمه توګه په خپلو وختونو دکږیدلو دلمر څخه داسمان دمنځ نه، او په دې کې دماسپخین او مازدیګر لمونځونه شامل دي، دشپې تر تیارې پورې، او په دې کې دماښام او ماسخوتن لمونځونه شامل دي، او دسهار لمونځ کوه او قرآن کریم په کې ډیر لوله، نو دسهار لمونځ چې دی دې ته دشپې او دورځې ملاېکې حاضریږي

وَمِنَ ٱلَّيْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِۦ نَافِلَةًۭ لَّكَ عَسَىٰٓ أَن يَبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًۭا مَّحْمُودًۭا ﴿٧٩﴾

او په یوه برخه دشپې کې نو ودریږه -ای پیغمبره- او لمونځ وکړه په بعضې حصه ددې کې ددې لپاره چې ستا لمونځ تا لره زیاتي شي په اوچتوالي ددرجو کې، داسې چې ته لټوونکی یې دې لره چې ودروي تا لره رب ستا په ورځ دقیامت سپارښت کوونکی ټولو خلکو لره دهغو سختیو نه چې دا خلک به پکې وي دقیامت په ورځ، او وي به ستا لپاره ځای دلوی سپارش هغه چې اولني او ورستني ټول خلک یې ستایي

وَقُل رَّبِّ أَدْخِلْنِى مُدْخَلَ صِدْقٍۢ وَأَخْرِجْنِى مُخْرَجَ صِدْقٍۢ وَٱجْعَل لِّى مِن لَّدُنكَ سُلْطَـٰنًۭا نَّصِيرًۭا ﴿٨٠﴾

او ووایه -ای پیغمبره-: ای زما ربه! زما دننوتلو او وتلو ټولې لا رې ستا په تابعدارۍ او خوشحالۍ کې وګرځوه، او وګرځوه ما لره ستا له طرفه ښکاره دلیل او معجزه چې ته پرې ما په خپل دښمن کامیاب کړې

وَقُلْ جَآءَ ٱلْحَقُّ وَزَهَقَ ٱلْبَـٰطِلُ ۚ إِنَّ ٱلْبَـٰطِلَ كَانَ زَهُوقًۭا ﴿٨١﴾

او ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکینو ته: اسلام راغی، او پوره شوه وعده دالله تعالی دهغه چا سره چې مدد ئې ورله کړی و، او شرک او کفر ختم شو، یقینا باطل ختمیدونکی او ورکیدونکی دی دحق مخې ته نشي پاتی کیدلی

وَنُنَزِّلُ مِنَ ٱلْقُرْءَانِ مَا هُوَ شِفَآءٌۭ وَرَحْمَةٌۭ لِّلْمُؤْمِنِينَ ۙ وَلَا يَزِيدُ ٱلظَّـٰلِمِينَ إِلَّا خَسَارًۭا ﴿٨٢﴾

او نازلوو مونږ دقرآن کریم نه هغه چې شفا ده دزړونو لپاره دناپوهۍ او کفر او شک نه، او هغه چې شفا ده لپاره دبدنونو کله چې پرې دم شي، او هغه چې رحمت دی لپاره دهغو مومنانو چې عمل پرې کوي، او نه زیاتوي دا قرآن کافرانو لره مګر هلاکت؛ ځکه چې دقرآن کریم اوریدل دوی په غصه کوي، او دوی لره تکذیب او مخ اړول نور هم زیاتوي

وَإِذَآ أَنْعَمْنَا عَلَى ٱلْإِنسَـٰنِ أَعْرَضَ وَنَـَٔا بِجَانِبِهِۦ ۖ وَإِذَا مَسَّهُ ٱلشَّرُّ كَانَ يَـُٔوسًۭا ﴿٨٣﴾

او کله چې مونږ په یو انسان باندې نعمت وکړو لکه دصحتمندۍ او مالدارۍ نو دالله تعالی دشکر نه مخ واړوي، او لرې شي له تکبر له وجې نه، او کله چې ورته مرض او غریبي او نور تکلیفونه ورسیږي نو بیا ډير نا امیديل کوونکی وي دالله تعالی درحمت نه. قل ك يعمل عل شاكلته فربكم أعلمبمن هوأهد سبيلا

قُلْ كُلٌّۭ يَعْمَلُ عَلَىٰ شَاكِلَتِهِۦ فَرَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَنْ هُوَ أَهْدَىٰ سَبِيلًۭا ﴿٨٤﴾

ته ووایه -ای پیغمبره-: هر یو انسان عمل کوي په خپلې طریقې باندې هغه چې دهغه دحال سره یو شان وي په هدایت او ګمراهۍ کې، نو یقینا رب ستاسې ښه پوهه دی په هغه چا چې هغه ډیر هدایت موندونکی وي په اعتبار دحق لا رې لره. مخ ۱۲ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَيَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلرُّوحِ ۖ قُلِ ٱلرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّى وَمَآ أُوتِيتُم مِّنَ ٱلْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلًۭا ﴿٨٥﴾

او پوښتنه کوي ستا نه -ای پیغمبره- کافران داهل کتابو نه دروح دحقیقت باره کې، ته ورته ووایه: دروح حقیقت نه پیژني مګر الله تعالی، او نه دې درکړی شوی تاسې او ټولو خلکو ته دعلم نه مګر لږ دالله تعالی دعلم په پرتله

وَلَئِن شِئْنَا لَنَذْهَبَنَّ بِٱلَّذِىٓ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ ثُمَّ لَا تَجِدُ لَكَ بِهِۦ عَلَيْنَا وَكِيلًا ﴿٨٦﴾

قسم په الله تعالی که چیرته مونږ وغواړو بوتلل دهغه څه چې مونږ تا ته نازل کړي -ای پیغمبره- دوحې نه په لرې کولو دهغې سره دزړونو او کتابونو نه نو خامخا مونږ به ختمه کړی وی، بیا به تا نه وو پيداکړی داسې څوک چې ستا مرسته یې کړی وه او بیرته دراګرځیدو ذمه واري یې کړې وه

إِلَّا رَحْمَةًۭ مِّن رَّبِّكَ ۚ إِنَّ فَضْلَهُۥ كَانَ عَلَيْكَ كَبِيرًۭا ﴿٨٧﴾

خو لیکن مونږ نه بوځو دې قرآن لره دوجې درحمت ستا درب له طرفه، او دا مونږ بچ ساتل شوی پریښودی، یقینا مهرباني درب ستا په تا باندې ډیره لویه ده داسې چې ته يې پیغمبر ګرځولی یې، او په تا باندې یې پیغمبران ختم کړي، او په تا یې قرآن کریم نازل کړی

قُل لَّئِنِ ٱجْتَمَعَتِ ٱلْإِنسُ وَٱلْجِنُّ عَلَىٰٓ أَن يَأْتُوا۟ بِمِثْلِ هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانِ لَا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِۦ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍۢ ظَهِيرًۭا ﴿٨٨﴾

ظهيرا ته ووایه -ای پیغمبره-: که چیرته رایوځای شي انسانان او پیریان ټول په دې چې راوړي ددې قرآن کریم په شان کوم چې په تا باندې نازل شوی په بلاغت کې، او په ښایسته ترتیب کې، او په فصاحت کې، هیچیري نشي راوړی دوی او اګر که شي بعضي ددوی نه بعضو نورو لره مرسته کوونکي او مدد کوونکي

وَلَقَدْ صَرَّفْنَا لِلنَّاسِ فِى هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانِ مِن كُلِّ مَثَلٍۢ فَأَبَىٰٓ أَكْثَرُ ٱلنَّاسِ إِلَّا كُفُورًۭا ﴿٨٩﴾

او یقینا مونږ بیان کړي خلکو لره په دې قرآن کریم کې، په مختلفو طریقو سره دهر هغه شي نه چې پند پرې اخیستل کیدی شي دنصیحتونو او عبرتونو او حکمونو او نواهیو او قصو څخه کیدای شي چې دوی ایمان راوړي، نو مخ واړاوه ډیرو خلکو مګر ددې نه چې انکار وکړي ددې قرآن کریم نه

وَقَالُوا۟ لَن نُّؤْمِنَ لَكَ حَتَّىٰ تَفْجُرَ لَنَا مِنَ ٱلْأَرْضِ يَنۢبُوعًا ﴿٩٠﴾

او وایي مشرکین: مونږ په تا باندې تر هغه پورې ایمان نه راوړو تر څو چې راوباسي مونږ لره دمکې دځمکې نه روانې چینې چې نه کمیږي او نه وچیږي

أَوْ تَكُونَ لَكَ جَنَّةٌۭ مِّن نَّخِيلٍۢ وَعِنَبٍۢ فَتُفَجِّرَ ٱلْأَنْهَـٰرَ خِلَـٰلَهَا تَفْجِيرًا ﴿٩١﴾

او يا ستا لپاره دخرما او انګور يو بڼ وی چې زياتې ويالې پکې روانې وې

أَوْ تُسْقِطَ ٱلسَّمَآءَ كَمَا زَعَمْتَ عَلَيْنَا كِسَفًا أَوْ تَأْتِىَ بِٱللَّهِ وَٱلْمَلَـٰٓئِكَةِ قَبِيلًا ﴿٩٢﴾

یا دا چې راوغورځوي په مونږ باندې اسمان -لکه تا چې بیان کړی- ټوټي ټوټي دعذاب په ډول، او یا راولې الله تعالی او ملاېکې ښکاره تر څو چې دوی ګواهي ورکړي تا لره په ريښتنولۍ دهغه څه کې چې ته یې دعوه کوې. مخ ۱۳ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

أَوْ يَكُونَ لَكَ بَيْتٌۭ مِّن زُخْرُفٍ أَوْ تَرْقَىٰ فِى ٱلسَّمَآءِ وَلَن نُّؤْمِنَ لِرُقِيِّكَ حَتَّىٰ تُنَزِّلَ عَلَيْنَا كِتَـٰبًۭا نَّقْرَؤُهُۥ ۗ قُلْ سُبْحَانَ رَبِّى هَلْ كُنتُ إِلَّا بَشَرًۭا رَّسُولًۭا ﴿٩٣﴾

سبحان ربى هل كنت إلا بشرا ر سولا یا چې وي ستا لپاره یوه کوټه چې پوښل شوي وي په سرو زرو او نورو (جواهرو)، او یا ته اسمان ته وخیژې، او مونږ هیڅکله ایمان نه راوړو په دې خبره چې ته رالیږل شوی یې (پیغمبر یې) کله چې ته اسمان ته وخیژي مګر چې راوړي یو لیکل شوی کتاب دالله تعالی له طرفه چې مونږ پکې دا ولولو چې ته دالله تعالی پیغمبر یې. ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: پاکي ده رب زما لره! نه یم زه مګر یو انسان او پیغمبر لکه دنورو ټولو پیغمبرانو په شان، زه دهیڅ شي دراوړلو ځواک نه لرم، نو زه څنکه کولی شم چې هغه څه راړوم چې تاسې یې وړاندیزونه کړي؟!

وَمَا مَنَعَ ٱلنَّاسَ أَن يُؤْمِنُوٓا۟ إِذْ جَآءَهُمُ ٱلْهُدَىٰٓ إِلَّآ أَن قَالُوٓا۟ أَبَعَثَ ٱللَّهُ بَشَرًۭا رَّسُولًۭا ﴿٩٤﴾

او نه دي بند کړي کافرانو لره دایمان راوړلو نه په الله تعالی او دهغه په پیغمبر، او دعمل کولو نه په هغه څه چې پیغمبر پرې راتګ کړی مګر انکار کول ددوی دې خبرې لره چې پیغمبر دې دانسانانو له جنس څخه وي، کله چې وویل دوی په داسې حال کې چې بد ګڼوونکي وو او اعتراض کوونکي وو: ایا الله تعالی مونږ ته د انسانانو څخه پیغمبر رالیږلی؟!

قُل لَّوْ كَانَ فِى ٱلْأَرْضِ مَلَـٰٓئِكَةٌۭ يَمْشُونَ مُطْمَئِنِّينَ لَنَزَّلْنَا عَلَيْهِم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ مَلَكًۭا رَّسُولًۭا ﴿٩٥﴾

ته ووایه -ای پیغمبره- ددوی په جواب کې: که چیرته په ځمکه کې ملاېکې وې چې اوسیدلې پکې او په ارام سره پکې ګرځیدلې لکه ستاسو په شان نو مونږ به دوی ته ملاېک پیغمبر ددوی دجنس نه رالیږلی و؛ ځکه چې هغه کولی شي چې دوی پوه کړي په هغه څه چې پرې رالیږل شوی، نو دا دحکمت کار نه دی چې مونږ دې هغوی ته دانسانانو څخه پیغمبر ولیږو، او همداسې حال ستاسې هم دی

قُلْ كَفَىٰ بِٱللَّهِ شَهِيدًۢا بَيْنِى وَبَيْنَكُمْ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ بِعِبَادِهِۦ خَبِيرًۢا بَصِيرًۭا ﴿٩٦﴾

ووایه -ای پیغمبره-: کافي دی الله تعالی ګواهي کوونکی زما او ستاسې تر منځ په دې خبره چې زه تاسې ته رالیږل شوی یم، او په دې خبره چې ما پوره رسولي تاسې ته هغه څه چې زه پرې تاسې ته رالیږل شوی یم، یقینا دا الله تعالی راګیروونکی دی دخپلو بندګانو احوالو لره، هیڅ شی ترې دهغوی نه پټ نشي پاتي کیدلی، لیدونکی دی په ټولو پټو رازونو دنفسونو (زړونو) ددوی

وَمَن يَهْدِ ٱللَّهُ فَهُوَ ٱلْمُهْتَدِ ۖ وَمَن يُضْلِلْ فَلَن تَجِدَ لَهُمْ أَوْلِيَآءَ مِن دُونِهِۦ ۖ وَنَحْشُرُهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ عَلَىٰ وُجُوهِهِمْ عُمْيًۭا وَبُكْمًۭا وَصُمًّۭا ۖ مَّأْوَىٰهُمْ جَهَنَّمُ ۖ كُلَّمَا خَبَتْ زِدْنَـٰهُمْ سَعِيرًۭا ﴿٩٧﴾

او چا ته چې الله تعالی دهدایت توفیق ورکړي نو یقینا دا په ریښتیا سره هدایت موندونکی دی، او چا لره چې لرې کړي ددې نه او ګمراه یې کړي نو هیچیرې به ته بیا نه مومې -ای پیغمبره- دوی لره دوستان چې دحق طرف ته یې بوځي، او ددوی څخه ضرر دفع کړي، او دوی ته فایدې ورسوي، او راجمع به کړو دوی دقیامت په ورځ چې په مخونو به راښکل کیدلی شي نه به څه ویني او نه به خبرې کولی شي او نه به څه اوري، ځای دورتګ ددوی هغه چې دوی به ورته ورځي جهنم دی، هر کله چې ددې لمبې په قلاره شي مونږ به یې نورې هم زیاتی کړو په بلولو سره

ذَٰلِكَ جَزَآؤُهُم بِأَنَّهُمْ كَفَرُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا وَقَالُوٓا۟ أَءِذَا كُنَّا عِظَـٰمًۭا وَرُفَـٰتًا أَءِنَّا لَمَبْعُوثُونَ خَلْقًۭا جَدِيدًا ﴿٩٨﴾

دا عذاب چې دوی ته به رسیږي دا بدله ددوی ده په سبب دکفر کولو ددوی زمونږ په رالیږل شوو ایتونو زمونږ په پیغمبر باندې، او په سبب دوینا ددوی دوجې دلرې ګڼلو ددوی دوباره راژوندې کیدلو لره: ایا هر کله چې مونږ مړه شو او زمونږ هډوکي زاړه او وراسته شي، او ټوټي ټوټي ذري ذري شي نو ایا مونږ به ددې نه وروسته بیرته په نوي پيدایش سره راپاڅیږو؟! مخ ۱۴ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

۞ أَوَلَمْ يَرَوْا۟ أَنَّ ٱللَّهَ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ قَادِرٌ عَلَىٰٓ أَن يَخْلُقَ مِثْلَهُمْ وَجَعَلَ لَهُمْ أَجَلًۭا لَّا رَيْبَ فِيهِ فَأَبَى ٱلظَّـٰلِمُونَ إِلَّا كُفُورًۭا ﴿٩٩﴾

آیا نه پوهیږي دا بیرته راژوندي کیدلو نه منکر خلک چې یقینا الله تعالی هغه ذات دی چې پیدا کړي یې دي اسمانونه او پیداکړې یې ده ځمکه سره دغټوالي ددې دواړو نه، قدرت لرونکی دی په دې چې پیداکړي ددوی په شان، نو څوک چې په دې قادر وي چې یو غټ شی پیداکړي هغه په دې قادر وي چې دهغه نه وړوکی شی پیدا کړي، او یقینا الله تعالی دوی لره په دنیا کې وخت مقرر کړی چې ددوی زندګي پکې ختمیږي، او دوی لره یې نیټه مقرر کړې ددوی دبیرته راژوندي کولو لپاره چې هیڅ شک پکې نشته، او سره دڅرګندوالي ددلیلونو دبیرته راژوندي کیدلو بیا هم مشرکانو پریښې هر یو کار مګر انکار کول په بیرته راژوندي کیدلو باندې سره دښکاره والي ددلیلونو دهغه

قُل لَّوْ أَنتُمْ تَمْلِكُونَ خَزَآئِنَ رَحْمَةِ رَبِّىٓ إِذًۭا لَّأَمْسَكْتُمْ خَشْيَةَ ٱلْإِنفَاقِ ۚ وَكَانَ ٱلْإِنسَـٰنُ قَتُورًۭا ﴿١٠٠﴾

ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکینو ته: که چیرته تاسې اختیار لرلی دخزانو درحمت درب زما هغه چې نه ختمیږي او نه ورکیږي، نو په دغه وخت کې به تاسې بند کړی شوي وئ دخرچ کولو ددې خزانو نه دویرې دختمیدلو دهغې هسې نه چې تاسې غریبان نشئ، او دانسان طبیعت دا دی چې دا بخیل دی مګر که دا مومن وي، نو دا خرچ کوي دالله تعالی دثواب په امید

وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَىٰ تِسْعَ ءَايَـٰتٍۭ بَيِّنَـٰتٍۢ ۖ فَسْـَٔلْ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ إِذْ جَآءَهُمْ فَقَالَ لَهُۥ فِرْعَوْنُ إِنِّى لَأَظُنُّكَ يَـٰمُوسَىٰ مَسْحُورًۭا ﴿١٠١﴾

مسحورا او یقینا مونږ ورکړې وې موسی -علیه السلام- ته نهه ښکاره معجزې چې دهغه په پیغمبرۍ یې ګواهي کوله، او هغه دا وې: امسا اولا س او دقحط کلونه او کموالی د میوو او طوفان او ملخان او سپږې او چنګښې او وینه، نو ته پوښتنه وکړه -ای پیغمبره- دیهودیانو څخه کله چې راتګ وکړ موسی -علیه السلام- ددوی مشرانو ته په دې معجزو سره، نو فرعون ورته وویل: یقینا زه ګومان کوم په تا باندې -ای موسی- دیو جادو کړی شوي سړي؛ ځکه چې ته نا اشنا نا اشنا شیان رواړې

قَالَ لَقَدْ عَلِمْتَ مَآ أَنزَلَ هَـٰٓؤُلَآءِ إِلَّا رَبُّ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ بَصَآئِرَ وَإِنِّى لَأَظُنُّكَ يَـٰفِرْعَوْنُ مَثْبُورًۭا ﴿١٠٢﴾

موسی -علیه السلام- هغه ته په جواب کې وویل: یقینا ته خه پوهیږي -ای فرعونه- چې نه دي نازلې کړي دې معجزو لره مګر رب داسمانونو او دځمکې، دا یې نازلې کړي لپاره ددلالت کولو په خپل قدرت باندې، او په ریښتنولي دخپل پیغمبر باندې، خو لیکن ته انکار کوي ددې نه، او یقینا زه په دې خه پوهیږم، ته چې یې -ای فرعونه- هلاکیدونکی تاواني یې

فَأَرَادَ أَن يَسْتَفِزَّهُم مِّنَ ٱلْأَرْضِ فَأَغْرَقْنَـٰهُ وَمَن مَّعَهُۥ جَمِيعًۭا ﴿١٠٣﴾

نو اراده وکړه فرعون چې سزا ورکړي موسی -علیه السلام- او دهغه قوم ته په ایستلو ددوی دمصر نه، نو هلاک کړ مونږ فرعون او دهغه سره چې کوم لښکر وو ټول په یوځای په اوبو کې په غرقیدلو سره

وَقُلْنَا مِنۢ بَعْدِهِۦ لِبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ٱسْكُنُوا۟ ٱلْأَرْضَ فَإِذَا جَآءَ وَعْدُ ٱلْـَٔاخِرَةِ جِئْنَا بِكُمْ لَفِيفًۭا ﴿١٠٤﴾

او ومو ویل وروسته دهلاکت دفرعون او دهغه دلښکرو نه بني اسراېیلو ته: اوسئ تاسې په ځمکه دشام کې، نو کله چې دقیامت ورځ راشي مونږ به تاسې ټول یو ځای دحشر میدان ته دحساب کتاب لپاره راولو

وَبِٱلْحَقِّ أَنزَلْنَـٰهُ وَبِٱلْحَقِّ نَزَلَ ۗ وَمَآ أَرْسَلْنَـٰكَ إِلَّا مُبَشِّرًۭا وَنَذِيرًۭا ﴿١٠٥﴾

او په حقه سره مونږ نازل کړی دا قرآن کریم په محمد صلی الله علیه وسلم باندې، او په حقه سره په هغه باندې نازل شوی پغیر دتبدیل او تحریف نه، او مونږ ته نه یې لیږلی -ای پیغمبره- مګر زیری ورکوونکی متقیانو ته په جنت باندې، او ویره ورکوونکی کافرانو او نافرمانو ته داور نه. مخ ۱۵ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَقُرْءَانًۭا فَرَقْنَـٰهُ لِتَقْرَأَهُۥ عَلَى ٱلنَّاسِ عَلَىٰ مُكْثٍۢ وَنَزَّلْنَـٰهُ تَنزِيلًۭا ﴿١٠٦﴾

او مونږ نازل کړی دې لره قرآن کریم جدا جدا، او مونږ بیان کړی دې لره، امید دی چې ته یې ولولې په خلکو باندې په ارام ارام سره په تلاوت کولو کې؛ ځکه چې داسې لوستل ډیر نږدې دي فهم اخیستلو او سوچ کولو ته، او مونږ نازل کړی دا قرآن کریم لږ لږ جدا جدا دحادثو او حالاتو مطابق

قُلْ ءَامِنُوا۟ بِهِۦٓ أَوْ لَا تُؤْمِنُوٓا۟ ۚ إِنَّ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْعِلْمَ مِن قَبْلِهِۦٓ إِذَا يُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ يَخِرُّونَ لِلْأَذْقَانِ سُجَّدًۭا ﴿١٠٧﴾

ته ووایه -ای پیغمبره-: ایمان راوړئ تاسې په دې قرآن کریم باندې، نو نه زیاتوي دې قرآن کریم لره ایمان راوړل ستاسې هیڅ شی، او که ایمان پرې رانه وړئ، نو نه کموي دې لره ستاسې کفر کول هیڅ شی، یقینا هغه کسان چې پخواني اسماني کتابونه یې لوستلي، او وحې او پیغمبري يې پیژندلې کله چې په دوی باندې قرآن کریم ولوستل شي پریوځي په خپلو مخونو (تندو) باندې الله تعالی ته سجده کوونکي دشکر کولو دوجې نه

وَيَقُولُونَ سُبْحَـٰنَ رَبِّنَآ إِن كَانَ وَعْدُ رَبِّنَا لَمَفْعُولًۭا ﴿١٠٨﴾

او وايي په خپلو سجدو کې: پاک دی رب زمونږ دوعده خلافۍ نه، نو هغه چې کومه وعده کړې درالیږلو (پیغمبر کیدلو) دمحمد صلی الله علیه وسلم نو هغه خامخا پوره کیدونکې ده، یقینا وعده درب زمونږ په دې کار سره او په نورو سره خامخا پوره کیدونکې ده

وَيَخِرُّونَ لِلْأَذْقَانِ يَبْكُونَ وَيَزِيدُهُمْ خُشُوعًۭا ۩ ﴿١٠٩﴾

او پرې وځي په خپلو مخونو سجده کوونکي الله تعالی ته ژاړي دهغه دویرې نه، او زیاتوي دوی لره اوریدل دقرآن کریم او فکر کول دهغه په معناګانو کې عاجزي الله تعالی لره او ویره دهغه نه. ي

قُلِ ٱدْعُوا۟ ٱللَّهَ أَوِ ٱدْعُوا۟ ٱلرَّحْمَـٰنَ ۖ أَيًّۭا مَّا تَدْعُوا۟ فَلَهُ ٱلْأَسْمَآءُ ٱلْحُسْنَىٰ ۚ وَلَا تَجْهَرْ بِصَلَاتِكَ وَلَا تُخَافِتْ بِهَا وَٱبْتَغِ بَيْنَ ذَٰلِكَ سَبِيلًۭا ﴿١١٠﴾

بين ذلك سبيلا ووایه -ای پیغمبره- هغه چا ته چې انکار کوي په تا باندې ستا ددعا کولو په داسې وینا سره: (یاالله، یا رحمن): الله او رحمن دواړه دهغه پاک ذات نومونه دي نو راوبلئ الله تعالی په هر یو سره ددې نه او یا په نورو نومونو سره دهغه دنومونو څخه، نو دي هغه -پاک ذات- لره ښایسته ښایسته نومونه، او دا دواړه نومونه هم دهغو څخه دي، نو تاسې راوبلئ الله تعالی په دغو دوو نومونو سره او یا دهغه په نورو ښایسته نومونو سره، او اواز مه اوچتوه په قراءت سره په خپل لمانځه کې نو مشرکان به ستا اواز واوري، او ډیر پټ یې مه وایه نو بیا به یې مومنان نه اوري، او ولټوه ددې دواړو کارونو ترمنځ درمیانه لا ر. ى

وَقُلِ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ٱلَّذِى لَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًۭا وَلَمْ يَكُن لَّهُۥ شَرِيكٌۭ فِى ٱلْمُلْكِ وَلَمْ يَكُن لَّهُۥ وَلِىٌّۭ مِّنَ ٱلذُّلِّ ۖ وَكَبِّرْهُ تَكْبِيرًۢا ﴿١١١﴾

تك بيرا او ووایه -ای پیغمبره-: ټول ثنا او صفت خاص الله تعالی لره دي لایق دی دقسما قسم ثنا او صفتونو هغه چې پاک دی دزوی (نازولي) نه، او پاک دی دهر قسم شریک نه، نو نشته هغه لره څوک شریک دهغه په بادشاهۍ کې، او نه رسیږي هغه ته عجز او کمزوري، نو ضرورت نه لري چا ته چې مرسته او مدد ورسره وکړي، او لویي بیان کړه ددغه ذات لویي ډيره، نو هغه ته دزوی (نازولي) او په بادشاهۍ کې دشریکوال او مرسته کوونکي او مددګار نسبت مه کوه. مخ ۱۶ له ۱۶ moc.hgelp

زده کړه · الإسراء — Al-Israa

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې