کورتفسیرالنحل (١٦)

تفسیر النحل — An-Nahl (16)

مکي · ١٢٨ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

أَتَىٰٓ أَمْرُ ٱللَّهِ فَلَا تَسْتَعْجِلُوهُ ۚ سُبْحَـٰنَهُۥ وَتَعَـٰلَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿١﴾

راغی ستاسو هغه عذاب -ای کافرانو- چې الله تعالی پرې حکم کړی ونو تاسو يې په تلوار سره مه غواړئ مخکې دهغه دراتګ دوخت نه، پاک دی الله تعالی او اوچت دی دهغو شریکانو نه چې دا مشرکین يې ورسره جوړوي

يُنَزِّلُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةَ بِٱلرُّوحِ مِنْ أَمْرِهِۦ عَلَىٰ مَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦٓ أَنْ أَنذِرُوٓا۟ أَنَّهُۥ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّآ أَنَا۠ فَٱتَّقُونِ ﴿٢﴾

رالیږي الله تعالی ملاېکې په وحې سره دخپلې فیصلې مطابق په هغه چا چې ويې غواړي دخپلو رسولانو څخه: دا چې وویروئ -ای پیغمبرانو- خلک دالله تعالی سره دشرک کولو نه، نو نشته په حق سره لایق دبندګۍ مګر زه یم، نو زما څخه وویریږئ -ای خلکو- په عملي کولو دحکمونو زما او په ځان ساتلو زما له نواهیو څخه

خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ بِٱلْحَقِّ ۚ تَعَـٰلَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿٣﴾

الله تعالی اسمانونه او ځمکه په داسې ډول پیداکړي چې مخکې يې مثال نه ود حق دښکاره کولو لپاره، نو دا دواړه يې بې فایدې نه دي پیداکړي، بلکې دا دواړه يې ددې لپاره پیدا کړي چې دهغه پر لویۍدلیل وي، پاک دی الله تعالی ددوی دشریک جوړولو نه ددې سره بل څوک

خَلَقَ ٱلْإِنسَـٰنَ مِن نُّطْفَةٍۢ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌۭ مُّبِينٌۭ ﴿٤﴾

الله تعالی انسان له سپکې نطفې (څاڅکي دمنیو) څخه پیداکړی، نو بیا يې زیات (لوی) کړی پیدایښت ددې وروسته دپیدایښت نه، نو پس ناڅاپه دا سخت جګړه کوونکی دی په باطل سره ددې لپاره چې حق پرې پټ کړي، ښکاره کوونکی دی خپلې جګړې لره

وَٱلْأَنْعَـٰمَ خَلَقَهَا ۗ لَكُمْ فِيهَا دِفْءٌۭ وَمَنَـٰفِعُ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ ﴿٥﴾

او چارپایان داوښانو او غواګانو او ګډو څخه الله تعالی ستاسو دفایدو لپاره پیداکړي -ای خلکو- او ددې دفایدو څخه ګرموالی دی دهغې په وړیو او وژغنو، او نورې فایدې دي ددې په شیدو او څرمنو او شاګانو کې، او ددې څخه تاسو خوراک هم کوئ. ولكم فيها جمال حين تريحون وحين تسرحون

وَلَكُمْ فِيهَا جَمَالٌ حِينَ تُرِيحُونَ وَحِينَ تَسْرَحُونَ ﴿٦﴾

او ستاسو لپاره په دې کې ښایست دی کله چې تاسو دا دماښام په وخت کې ننباسئ، او کله چې يې چارګاه (صحرا) ته دسهار په وخت کې وباسئ

وَتَحْمِلُ أَثْقَالَكُمْ إِلَىٰ بَلَدٍۢ لَّمْ تَكُونُوا۟ بَـٰلِغِيهِ إِلَّا بِشِقِّ ٱلْأَنفُسِ ۚ إِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوفٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿٧﴾

او پورته کوي دا څاروي چې مونږ تاسو لره پیداکړي درانه بارونه ستاسې په سفرونو کې داسې ښارونو ته چې نه یاستئ تاسې رسیدونکي دغو ښارونو ته مګر په ډیر لوی مشقت دنفسونو سره، بیشکه رب ستاسې -ای خلکو- خامخا زیات شفقت والا دی، مهربانه دی په تاسې داسې چې تاسو لره يې دا څاروي مسخر کړي

وَٱلْخَيْلَ وَٱلْبِغَالَ وَٱلْحَمِيرَ لِتَرْكَبُوهَا وَزِينَةًۭ ۚ وَيَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُونَ ﴿٨﴾

او الله تعالی پیدا کړي ستاسې لپاره آسونه او قچرې او خره ددې لپاره چې په دوی باندې سپاره شئ، او خپل بارونه پرې پورته کړئ، او ددې لپاره چې ستاسو لپاره ښایست شي چې تاسې پرې دخلکو په منځ کې ځانونه ښایسته کوئ، او پیداکوي الله تعالی هغه چې تاسو يې نه پیژنئ دهغه څه نه چې هغه يې دپیدایښت اراده ولري. مخ ۱ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَعَلَى ٱللَّهِ قَصْدُ ٱلسَّبِيلِ وَمِنْهَا جَآئِرٌۭ ۚ وَلَوْ شَآءَ لَهَدَىٰكُمْ أَجْمَعِينَ ﴿٩﴾

او په الله تعالی باندې دی بیان دنیغې لا رې چې دهغه رضا ته رسیدونکې ده او هغه اسلام دی، او بعضي دلارو نه هغه دشیطان لا رې دي چې کږي دي دحق نه، او هره لا ره بغیر داسلام دلارې نه چې ده نو هغه کږه لا ره ده، او که چیرته الله تعالی غوښتلی وی چې تاسې ټولو ته دایمان توفیق درکړي نو خامخا به يې درکړی وی

هُوَ ٱلَّذِىٓ أَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءًۭ ۖ لَّكُم مِّنْهُ شَرَابٌۭ وَمِنْهُ شَجَرٌۭ فِيهِ تُسِيمُونَ ﴿١٠﴾

هغه الله تعالی خاص هغه ذات دی چې رالیږلي يې دي په تاسو باندې دوریځو نه اوبه، ستاسو لپاره ددې اوبو نه څښاک دی چې تاسو يې ترې هم څښئ او ستاسې څاروي يې ترې هم څښي، او بعضي ددې نه هغه دي چې په دې سره ستاسې ونې او بوټي رازرغونیږي هغه چې تاسو پکې خپل څاروي څروئ

يُنۢبِتُ لَكُم بِهِ ٱلزَّرْعَ وَٱلزَّيْتُونَ وَٱلنَّخِيلَ وَٱلْأَعْنَـٰبَ وَمِن كُلِّ ٱلثَّمَرَٰتِ ۗ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةًۭ لِّقَوْمٍۢ يَتَفَكَّرُونَ ﴿١١﴾

الله تعالی رازرغونوي تاسو لره په دې اوبو سره فصلونه هغه چې تاسو دهغه نه خوراکونه کوئ، او تاسې لره رازرغونوي په دې سره زیتون، خرما او انګور، او رازرغونوي تاسې لره ټولې میوې، یقینا په دې اوبو کې او ددې نه چې څه راپیداکیږي خامخا دلیل دی په قدرت دالله تعالی باندې دهغه قوم لپاره چې ددې په پيدایښت کې فکر کوي، نو په دې سره دهغه په عظمت او لويي باندې دلیل نیسي

وَسَخَّرَ لَكُمُ ٱلَّيْلَ وَٱلنَّهَارَ وَٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ ۖ وَٱلنُّجُومُ مُسَخَّرَٰتٌۢ بِأَمْرِهِۦٓ ۗ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّقَوْمٍۢ يَعْقِلُونَ ﴿١٢﴾

او مسخر کړی الله تعالی تاسې لره شپه ددې لپاره چې په هغې کې استراحت او ارام وکړئ، او ورځ يې درله مسخر کړې چې تاسو په دې کې هغه څه وکړئ چې تاسې پرې زندګي کوئ، او مسخر کړی يې دی ستاسې دفایدې لپاره لمر، او هغه يې دډیرې رڼا والا ګرځولی، او سپوږمۍ يې هم او هغه ئې دلږې رڼا والا ګرځولی، او ستوري هم ټول تابع کړی شوي دهغه په امر قدري، په دې سره تاسولا ر معلوموئ په تیارو دوچې او دریاب کې، او په دې سره تاسې وختونه معلوموئ او نورې فایدې پرې هم اخلئ، یقینا ددې ټولو مخلوقاتو په مسخر کولو کې خامخا ښکاره دلیلونه دي دالله تعالی په قدرت باندې دهغه قوم لپاره چې دخپلو عقلونو نه کار اخلي، نو خاص دوی هغه کسان دي چې په دې حکمت باندې پوهیږي

وَمَا ذَرَأَ لَكُمْ فِى ٱلْأَرْضِ مُخْتَلِفًا أَلْوَٰنُهُۥٓ ۗ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةًۭ لِّقَوْمٍۢ يَذَّكَّرُونَ ﴿١٣﴾

او مسخر کړي ئې دي ستاسې لپاره هغه څه چې په ځمکه کې يې پیداکړي دهغه څه نه چې رنګونه يې مختلف دي دمعدنونو او حیواناتو او نباتاتو او کښتونو څخه، یقینا په دې بیان شویو مخلوقاتو او مسخر شویو شیانو کې خامخا ښکاره دلیل دی دالله پاک په قدرت باندې دهغه قوم لپاره چې عبرت اخلي، او پدې پوهیږي چې بیشکه الله تعالی قدرت لرونکی او انعام کوونکی دی. ي

وَهُوَ ٱلَّذِى سَخَّرَ ٱلْبَحْرَ لِتَأْكُلُوا۟ مِنْهُ لَحْمًۭا طَرِيًّۭا وَتَسْتَخْرِجُوا۟ مِنْهُ حِلْيَةًۭ تَلْبَسُونَهَا وَتَرَى ٱلْفُلْكَ مَوَاخِرَ فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا۟ مِن فَضْلِهِۦ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿١٤﴾

من فضله ولعل كم تشكرون او هغه الله پاک داسې ذات دی چې تابع کړی يې دی ستاسو لپاره دریاب، نو تاسو ته يې توفیق درکړی په هغه کې دسورلئ کولو او دراویستلو دهغه څه چې په دې کې دي؛ ددې لپاره چې وخورئ تاسې دهغو ماهیانو څخه چې تاسو يې ښکار کوئ غوښه تازه او نرمه، او راوباسئ ددې نه اسباب دښایست چې تاسو يې هم اغوندئ او ستاسې زنانه يې هم اغوندي لکه دملغلرې، او وینې ته کښتۍ چې ددریاب چپي څیروي، او تاسې په دې کښتیو کې سپریږئ لپاره دلټولو دمهربانۍ دالله تعالی چې دسوداګرۍ دګټې نه په لا س راځي، او امید دی چې تاسې به دالله تعالی دنعمتونو شکر ادا کړئ، او یواځې دهغه به بندګي وکړئ

وَأَلْقَىٰ فِى ٱلْأَرْضِ رَوَٰسِىَ أَن تَمِيدَ بِكُمْ وَأَنْهَـٰرًۭا وَسُبُلًۭا لَّعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿١٥﴾

او پیداکړي ئې دي په ځمکه کې غرونه مضبوطوي ئې ددې لپاره چې په تاسو ونه خوځیږي او کږه نشي، او په دې کې يې نهرونه روان کړي ددې لپاره چې اوبه ترې وڅښئ، او خپل څاروي او فصلونه پرې اوبه کړئ، او پدې کې لا رې جوړې کړي چې تاسې پرې لاړ شئ، نو تاسو به خپلو هدفونو ته ورسیږئ پرته له دې چې بې لا رې شئ. مخ ۲ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَعَلَـٰمَـٰتٍۢ ۚ وَبِٱلنَّجْمِ هُمْ يَهْتَدُونَ ﴿١٦﴾

او پیداکړي يې دي ستاسې لپاره په ځمکه کې غټي نښې چې تاسې پرې لا ر مومۍ په خپل سفر کې دورځې لخوا، او پيداکړي ئې دي ستاسې لپاره خاص ستوري په اسمان کې امید دی چې تاسې پرې په شپه کې خپل مقصد ته ورسیږئ

أَفَمَن يَخْلُقُ كَمَن لَّا يَخْلُقُ ۗ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ﴿١٧﴾

ایا هغه ذات چې دا او نور شیان پیداکولی شي دهغه چا په شان کیدلی شي چې هیڅ نشي پیداکولی؟! ایا تاسې دا الله تعالی لویي او عظمت نه رایادوئ هغه ذات چې هر شی پيداکولی شي، او یواځې هغه دعبادت مستحق وګڼئ، او دهغه سره هغه څوک مه شریکوئ چې هیڅ هم نشي پيداکولی؟

وَإِن تَعُدُّوا۟ نِعْمَةَ ٱللَّهِ لَا تُحْصُوهَآ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَغَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿١٨﴾

او که چیرته تاسې کوشش وکړئ -ای خلکو- دشمیرلو دالله تعالی دډيرو نعمتونو هغه چې په تاسې ئې کړي دي، او دهغو دراګیرولو نو دا تاسو نشئ کولی دهغو د ډیروالی او مختلف والی له وجې، بیشکه الله تعالی خامخا بخښنه کوونکی دی داسې چې تاسې يې دهغه دشکر ایستلو نه دغفلت په وجه نه يئ رانیولي، مهربانه دی په تاسې داسې چې ستاسې څخه يې دګناهونو او ستاسې دکوتاهئ په وجه دا نعمتونه ندي پرې کړي

وَٱللَّهُ يَعْلَمُ مَا تُسِرُّونَ وَمَا تُعْلِنُونَ ﴿١٩﴾

او الله تعالی پوهیږي په هغه څه چې پټوئ يې -ای بندګانو- ستاسو دعملونو څخه، او پوهیږي په هغو چې تاسو يې ښکاره کوئ ددې نه، هیڅ شی په هغه باندې ددې نه پټ نشي پاتي کیدلی، او خامخا به پرې تاسې لره بدلې درکوي

وَٱلَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ لَا يَخْلُقُونَ شَيْـًۭٔا وَهُمْ يُخْلَقُونَ ﴿٢٠﴾

او هغه کسان چې مشرکین يې پرته له الله تعالی څخه بنده ګي کوي هیڅ شی هم نشي پیدا کولی او اګر که لږ هم وي، او هغه څوک چې دوی يې پرته له الله تعالی نه بندګي کوي دوی يې پخپله جوړوي، نو دوی څنګه پرته له الله تعالی دهغو بتانو بنده ګي کوي چې دوی يې په خپلولا سونو جوړوي؟!

أَمْوَٰتٌ غَيْرُ أَحْيَآءٍۢ ۖ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ ﴿٢١﴾

او سره ددې نه چې دوی خپل معبودان په خپلولا سونو جوړ کړي نو دوی جمادات هم دي چې ژوند او پوهه (علم) پکې هم نشته، نو دوی پدې هم نه پوهیږي چې دوی به کله دخپلو عبادت کوونکو سره دقیامت په ورځ دوباره راپاڅي، ددې لپاره چې دوی ټول دجهنم په اور کې وغورځيږي

إِلَـٰهُكُمْ إِلَـٰهٌۭ وَٰحِدٌۭ ۚ فَٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِٱلْـَٔاخِرَةِ قُلُوبُهُم مُّنكِرَةٌۭ وَهُم مُّسْتَكْبِرُونَ ﴿٢٢﴾

حقدار دبندګۍ ستاسې په حق سره هغه یو معبود دی چې هیڅ شریک ورله نشته او هغه الله تعالی دی، او هغه کسان چې ایمان نه راوړي په دویم ځل راژوندي کیدلو دبدلې لپاره، زړونه ددوی انکار کوونکي دي دالله تعالی یووالي لره ځکه چې دوی ویره نه لري، نو دا ایمان نه لري په حساب کتاب او نه په سزا باندې، او دوی لویي کوونکي دي حق نه قبلوي، او نه ورته غاړه ږدي

لَا جَرَمَ أَنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ ۚ إِنَّهُۥ لَا يُحِبُّ ٱلْمُسْتَكْبِرِينَ ﴿٢٣﴾

خامخا یقینا الله تعالی پوهیږي په هغه څه چې دوی يې پټوي دعملونو نه، او پوهیږي په هغه چې دوی يې پټوي ددې نه، نه پټيږي په هغه باندې ددې نه هیڅ شی، او خامخا به ورله پرې بدله ورکوي، بیشکه دا پاک ذات نه خوښوي لويي کوونکي دخپلې بندګۍ نه او هغه ته دغاړه کیښودلو نه، بلکې بد ګڼي دوی لره ډیر بد. مخ ۳ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَإِذَا قِيلَ لَهُم مَّاذَآ أَنزَلَ رَبُّكُمْ ۙ قَالُوٓا۟ أَسَـٰطِيرُ ٱلْأَوَّلِينَ ﴿٢٤﴾

او کله چې وویل شي دې خلکو ته چې انکار کوي دالله تعالی دیووالي نه، او نسبت ددروغو کوي دوباره زندګۍ ته: الله تعالی په محمد صلی الله علیه وسلم باندې څه رالیږلي، دوی وايې: هیڅ يې هم نه دي رالیږلي، بلکې دځانه يې دپخوانیو قیصې او دروغ راوړي

لِيَحْمِلُوٓا۟ أَوْزَارَهُمْ كَامِلَةًۭ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۙ وَمِنْ أَوْزَارِ ٱلَّذِينَ يُضِلُّونَهُم بِغَيْرِ عِلْمٍ ۗ أَلَا سَآءَ مَا يَزِرُونَ ﴿٢٥﴾

نو عاقبت ددوی داخري انجام به دا شي چې بار به کړي ګناهونه خپل پغیر له کمي نه، او بار به کړي دبعضې دګناهونو دهغو کسانو نه چې دوی بې لا رې کړي د اسلام دین نه دناپوهۍ او تقلید دوجې نه، نو څومره زیات دی بدوالی دهغو بارولو دګناهونو خپلو او دګناهونو دخپلو پیرویانو

قَدْ مَكَرَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَأَتَى ٱللَّهُ بُنْيَـٰنَهُم مِّنَ ٱلْقَوَاعِدِ فَخَرَّ عَلَيْهِمُ ٱلسَّقْفُ مِن فَوْقِهِمْ وَأَتَىٰهُمُ ٱلْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ ﴿٢٦﴾

لا يشعرون یقینا راتګ کړی وو مخکې ددوی نه نورو کافرانو په چلونو باندې خپلو پیغمبرانو ته، نو الله تعالی ددوی ابادیانې دبیخه ورانې کړې، او په دوی باندې دچتونو څخه رواغورځیدې، او دداسې ځای څخه ورته عذاب راغی چې دوی يې هیڅ توقع او تمه نه لرله، پس بیشکه دوی خو په دې تمه وو چې ددوی کورونه به دوی وساتي، نو دوی په خپلو کورونو کې هلاک شول

ثُمَّ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ يُخْزِيهِمْ وَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَآءِىَ ٱلَّذِينَ كُنتُمْ تُشَـٰٓقُّونَ فِيهِمْ ۚ قَالَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْعِلْمَ إِنَّ ٱلْخِزْىَ ٱلْيَوْمَ وَٱلسُّوٓءَ عَلَى ٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿٢٧﴾

بیا به دقیامت په ورځ سپک کړي دوی لره الله تعالی په عذاب سره، او وبه يې شرموي، او ورته به ووايې: څه شول شریکان زما هغه چې تاسې شریکان کول زما سره په بندګۍ کې، او تاسې به زما دپیغمبرانو او دمومنانو سره دهغوی په وجه دښمني کوله؟ وبه وايې هغه حقپرست علماء: بیشکه رسوايې او عذاب دقیامت دورځې خامخا واقع کیدونکی دی په کافرانو باندې

ٱلَّذِينَ تَتَوَفَّىٰهُمُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ ظَالِمِىٓ أَنفُسِهِمْ ۖ فَأَلْقَوُا۟ ٱلسَّلَمَ مَا كُنَّا نَعْمَلُ مِن سُوٓءٍۭ ۚ بَلَىٰٓ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌۢ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿٢٨﴾

هغه کسان دي چې اخلي به ساګانې دهغوی ملک الموت او دهغه ملګري دملاېکو نه او حال دا چې دوی پوښلي ځانونه خپل په ظلم سره په کفر کولو په الله تعالی باندې، نو دوی غاړه کیښوده تسلیم شول په دوی باندې دمرګ دراتللو دوجې نه، او دوی انکار وکړ، دهغه کفر او ګناهونو څخه چې دوی پکې وو؛ ددوی دا ګومان وچې ګویا کې دا انکار به دوی ته فایده ورسوي، نو دوی ته به وویل شي: تاسې دروغ وايې، بیشکه تاسې کافرانو وئ ګناهونه مو کول، بیشکه الله تعالی پوهه دی په هغو عملونو چې تاسې په دنیا کې کول، په هغه باندې ددې نه هیڅ شي پټ نشي پاتي کیدلی، او خامخا به درله پرې سزا درکوي

فَٱدْخُلُوٓا۟ أَبْوَٰبَ جَهَنَّمَ خَـٰلِدِينَ فِيهَا ۖ فَلَبِئْسَ مَثْوَى ٱلْمُتَكَبِّرِينَ ﴿٢٩﴾

او دوی ته به وویل شي: ننوځئ ستاسو دعملونو مطابق دروازو دجهنم ته تل به پدې کې اوسیږئ همیشه، نو خامخا ډیر بد دی ځای داوسیدلو دهغه چا لپاره چې لويي کوي دایمان راوړلو نه په الله تعالی باندې او دهغه یواځي بندګۍ کولو نه

۞ وَقِيلَ لِلَّذِينَ ٱتَّقَوْا۟ مَاذَآ أَنزَلَ رَبُّكُمْ ۚ قَالُوا۟ خَيْرًۭا ۗ لِّلَّذِينَ أَحْسَنُوا۟ فِى هَـٰذِهِ ٱلدُّنْيَا حَسَنَةٌۭ ۚ وَلَدَارُ ٱلْـَٔاخِرَةِ خَيْرٌۭ ۚ وَلَنِعْمَ دَارُ ٱلْمُتَّقِينَ ﴿٣٠﴾

او وبه ویل شي هغو کسانو ته چې ویریدلي دخپل رب څخه په عملي کولو دحکمونو دهغه او په ځان ساتلو دهغه دنواهیو څخه: ستاسو رب پر محمد صلی الله علیه وسلم باندې څه شي رالیږلي دي؟ هغوی جواب ورکړ: الله تعالی ډیر لوی خیر رالیږلی، دهغو کسانو لپاره چې دالله تعالی بندګي يې په ښه ډول کړې ده او د هغه دبندګانو سره يې په دې دنیا کې ښایسته سلوک او تعامل کړی بدلې ښایسته دي، دهغې نه کامیابي او درزق پراخي ده، او هغه ثواب چې الله تعالی په اخرت مخ ۴ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر کې دوی لره تیار کړی ډیر غوره دی دهغه نه چې دوی لره يې په دنیا کې په تلوار سره ورکړی، او خامخا ډیر غوره دی کور دتقوی کوونکو خپل رب ته په عملي کولو دهغه دحکمونو او په ځان ساتلو سره دهغه دنواهیو څخه چې هغه داخرت کور دی

جَنَّـٰتُ عَدْنٍۢ يَدْخُلُونَهَا تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ ۖ لَهُمْ فِيهَا مَا يَشَآءُونَ ۚ كَذَٰلِكَ يَجْزِى ٱللَّهُ ٱلْمُتَّقِينَ ﴿٣١﴾

جنتونه داوسیدلو او دارامتیا دي دوی به ورته ورننوځي، بهیږي به لا ندې دماڼیو او دونو دهغو ویالې، دوی لره به په دې جنتونو کې هغه څه وي چې ددوی نفسونه يې غواړي دخوراکونو او څښاک او نورو شیانو څخه، او ددې بدلې په شان چې الله تعالی يې دمحمد صلی الله علیه وسلم دامت څخه متقیانو ته ورکوي دپخوانیو امتونو متقیانو ته به هم ورکولی شي

ٱلَّذِينَ تَتَوَفَّىٰهُمُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ طَيِّبِينَ ۙ يَقُولُونَ سَلَـٰمٌ عَلَيْكُمُ ٱدْخُلُوا۟ ٱلْجَنَّةَ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿٣٢﴾

هغه کسان چې ساه اخلي ملک الموت او دهغه ملګري دهغوی نه پداسې حال کې چې دهغوی زړونه دکفر نه پاک وي، ملاېکې به ورته داسې وايې: سلام دي وي پرتاسې، دهر یو مصیبت نه په امن کې یاستئ، ننوځئ تاسې جنت ته په سبب دهغو عملونو چې تاسې کول په دنیا کې دصحیح عقیدې او نیک عمل څخه

هَلْ يَنظُرُونَ إِلَّآ أَن تَأْتِيَهُمُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ أَوْ يَأْتِىَ أَمْرُ رَبِّكَ ۚ كَذَٰلِكَ فَعَلَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ وَمَا ظَلَمَهُمُ ٱللَّهُ وَلَـٰكِن كَانُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿٣٣﴾

انتظار نه کوي دا مشرکین دروغجن ګڼوونکي مګر ددې خبرې چې راشي دوی ته ملک الموت او دهغه ملګري دملاېکو نه ددوی دساه ګانو داخیستلو او ددوی د مخونو او شاګانو دوهلو لپاره، او یا راشي دوی ته دالله تعالی حکم په بیخ کندۍ کولو ددوی سره په عذاب باندې په دنیا کې؟ ددې کار په شان کار چې دمکې مشرکانو په مکه کې کاوه ددوی نه مخکې مشرکینو هم کاوه نو الله تعالی هغوی هلاک کړل، او په دوې يې ظلم نه وکړی کله چې يې هلاکول، بلکې دوی په خپلو ځانونو باندې ظلم کاوه په وروستلو دهغوی ځایونو دهلاکت ته په الله تعالی باندې په کفر کولو سره. فأصابهم سئات ما عملوا وحاق بهم م اكانوا به يستهزءون

فَأَصَابَهُمْ سَيِّـَٔاتُ مَا عَمِلُوا۟ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ ﴿٣٤﴾

نو په دوی باندې ددوی دهغو عملونو سزاګانې نازلې شوې کوم چې دوی کول، او دوی هغه عذاب راګیر کړل چې دوی پسې مسخرې کولی کله چې به ورته پرې پند ورکړی شو

وَقَالَ ٱلَّذِينَ أَشْرَكُوا۟ لَوْ شَآءَ ٱللَّهُ مَا عَبَدْنَا مِن دُونِهِۦ مِن شَىْءٍۢ نَّحْنُ وَلَآ ءَابَآؤُنَا وَلَا حَرَّمْنَا مِن دُونِهِۦ مِن شَىْءٍۢ ۚ كَذَٰلِكَ فَعَلَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ فَهَلْ عَلَى ٱلرُّسُلِ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ ﴿٣٥﴾

او ویلي دي هغو کسانو چې دالله تعالی سره یې په بندګۍ کې نور څوک شریک کړي وو: که چیرته الله تعالی غوښتلی وی چې مونږ یواځې دهغه بندګي وکړو، او هیڅ څوک ورسره شریک نه کړو نو مونږ به بل دهیچا بندګي نه وی کړی، نه مونږ او نه زمونږ پلرونو مخکې زمونږ څخه، او که چیرته الله تعالی غوښتلی وی چې مونږ دې هیڅ شی هم حرام نه کړو نو مونږ به نه وی حرام کړی، ددې باطل دلیل په شان پخوانیو کافرانو هم ویلي وو، نو نشته په پیغمبرانو باندې مګر رسول ښکاره دهغه څه چې دوی ته پرې امر شوی، او یقینا هغوی رسول کړي وو، او دکافرانو لپاره په تقدیر باندې عذر نیول هیڅ دلیل نه دی وروسته ددې نه چې الله تعالی دوی ته اراده او اختیار ورکړی و، او دوی ته يې پیغمبران لیږلي وو

وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِى كُلِّ أُمَّةٍۢ رَّسُولًا أَنِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ وَٱجْتَنِبُوا۟ ٱلطَّـٰغُوتَ ۖ فَمِنْهُم مَّنْ هَدَى ٱللَّهُ وَمِنْهُم مَّنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ ٱلضَّلَـٰلَةُ ۚ فَسِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَٱنظُرُوا۟ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلْمُكَذِّبِينَ ﴿٣٦﴾

او یقینا مونږ لیږلی په هر یو پخواني امت کې پیغمبر چې امر به يې کاوه خپل امت ته په دې خبره چې یواځې دالله تعالی بندګي وکړي، او دهغه نه پرته دبتانو او شیطانانو بندګي پریږدي، نو ځنې ددوی نه هغه وو چې الله تعالی ورته توفیق ورکړی ونو په پیغمبر يې ایمان راوړ، او دهغه دوحې تابعداري يې وکړه، او ځنې ددوی نه هغه وچې په الله تعالی يې کفر وکړ او دهغه دپیغمبر نافرماني يې وکړه نو دایمان توفیق ورته ورنکړل شو، او ګمراهي پرې لا زمه شوه، نو وګرځئ تاسې په ځمکه کې ددې لپاره چې په خپلو سترګو يې ووینئ چې څرنګه واخری انجام ددروغجن ګڼوونکو کله چې په هغوی باندې عذاب او هلاکت راغی. مخ ۵ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

إِن تَحْرِصْ عَلَىٰ هُدَىٰهُمْ فَإِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهْدِى مَن يُضِلُّ ۖ وَمَا لَهُم مِّن نَّـٰصِرِينَ ﴿٣٧﴾

که چیرته ته کوشش وکړې -ای پیغمبره- څومره چې ستا وسه وي درابللو ددوی (توحید ته)، او ته حرص وکړې ددوی په هدایت باندې، او له اسبابو هم کار واخلې؛ نو یقینا الله تعالی دهدایت توفیق هغه چا ته نه ورکوي چې ګمراه يې کړي، او نشته دوی لره دالله تعالی نه پرته بل څوک چې ددوی مدد وکړي په بچ کولو دعذاب سره ددوی نه. ق

وَأَقْسَمُوا۟ بِٱللَّهِ جَهْدَ أَيْمَـٰنِهِمْ ۙ لَا يَبْعَثُ ٱللَّهُ مَن يَمُوتُ ۚ بَلَىٰ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّۭا وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٣٨﴾

او قسم کړي دي دروغجن ګڼوونکو بیرته راژوندي کولو لره داسې چې مبالغه ئې کړي په خپل قسم باندې سخت او کلک دي په دې کې چې: الله تعالی بیرته نه راژوندي کوي هغه څوک چې مړه شي، بغیر له دې نه چې دوی لره دې څه دلیل وي په دې خبره، ولی نه، خامخا به الله تعالی هغه څوک بیرته راژوندي کوي چې مړه شوي، دا وعده ده په الله تعالی باندې وعده ریښتیني، خو لیکن ډیر دخلکو څخه نه پوهیږي چې بیشکه الله تعالی مړي بیرته راژوندي کوي، نو ددې وجې نه د بیرته راژوندي کولو نه انکار کوي

لِيُبَيِّنَ لَهُمُ ٱلَّذِى يَخْتَلِفُونَ فِيهِ وَلِيَعْلَمَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ أَنَّهُمْ كَانُوا۟ كَـٰذِبِينَ ﴿٣٩﴾

الله تعالی به ټول بیرته دقیامت په ورځ ددې لپاره راژوندي کوي چې ښکاره کړي دوی ته حقیقت دهغه څه چې دوی په کې اختلاف کاوه دالله تعالی دیووالي او بیرته راژوندي کولو او پیغمبرۍ نه، او ددې لپاره چې کافرانو ته پته ولږي چې یقینا دوی دروغجن وو په خپله دې دعوه کې چې ګویا کې دالله تعالی سره نور شریکان هم شته او ددوی په انکار کولو کې دبیرته راژوندي کولو نه

إِنَّمَا قَوْلُنَا لِشَىْءٍ إِذَآ أَرَدْنَـٰهُ أَن نَّقُولَ لَهُۥ كُن فَيَكُونُ ﴿٤٠﴾

کله چې مونږ وغواړو راژوندي کول دمړو او بیرته راپاڅول دهغوی نو نشته څه مانع چې مونږ ددې کار نه منع کړي، یقینا کله چې مونږ ووایو یو شي ته چې کله يې وغواړو؛ شه نو خامخا هغه کیدونکی دی

وَٱلَّذِينَ هَاجَرُوا۟ فِى ٱللَّهِ مِنۢ بَعْدِ مَا ظُلِمُوا۟ لَنُبَوِّئَنَّهُمْ فِى ٱلدُّنْيَا حَسَنَةًۭ ۖ وَلَأَجْرُ ٱلْـَٔاخِرَةِ أَكْبَرُ ۚ لَوْ كَانُوا۟ يَعْلَمُونَ ﴿٤١﴾

او هغه کسان چې پریښودي يې دي خپل کورونه او خپلې کورنۍ او خپل مالونه او هجرت يې کړی دکفري ملک نه اسلامي ملک ته لپاره دلټولو درضا دالله تعالی وروسته ددې نه چې کافرانو ورته عذابونه ورکړي واو په دوی يې تنګسیا راوستلې وه خامخا به ورکړو مونږ دوی لره په دنیا کې داسې کور چې دوی به پکې عزتمند وي، او خامخا ثواب داخرت ډیر لوی دی ځکه چې دهغه ثواب څخه جنت هم دی، که چیرته دهجرت نه پاتي کیدونکو ته دمهاجرینو ثواب معلوم وی نو هیڅکله به دهجرت څخه نه وی وروسته شوي

ٱلَّذِينَ صَبَرُوا۟ وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ ﴿٤٢﴾

دا هجرت کوونکي دالله تعالی په لا ر کې خاص همدوی هغه کسان دي چې صبر ئې کړی دخپلو قومونږ په تکلیفونو او په جداوالي دخپلو کورنیو او وطنونو، او دالله تعالی په تابعدارۍ يې صبر کړی، او خاص هم دوی یواځې په خپل رب باندې اعتماد کوي په خپلو ټولو کارونو کې، نو الله تعالی دوی ته دا لویه بدله ورکړه

وَمَآ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ إِلَّا رِجَالًۭا نُّوحِىٓ إِلَيْهِمْ ۚ فَسْـَٔلُوٓا۟ أَهْلَ ٱلذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿٤٣﴾

او مونږ نه دي لیږلي مخکې ستا نه -ای پیغمبره- مګر سړي دانسانانو نه وحي مو کوله هغوی ته، نو مونږ هیڅکله دملاېیکو څخه پیغمبران نه دي لیږلي، او دا زمونږ همیشنۍ طریقه ده، او که چیرته تاسې ددې نه انکار کوئ نو بیا پوښتنه وکړئ دپخوانیو کتابونو والا نه تاسې ته به خبر درکړي چې بیشکه پیغمبران انسانان وو، او ملاېکې نه وې، که چیرته تاسې په دې نه پوهیږئ چې ګویا کې دوی انسانان وو. مخ ۶ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

بِٱلْبَيِّنَـٰتِ وَٱلزُّبُرِ ۗ وَأَنزَلْنَآ إِلَيْكَ ٱلذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ ﴿٤٤﴾

مونږ لیږلي وو دا پیغمبران دانسانانو څخه په ښکاره دلیلونو سره، او په رالیږل شویو کتابونو، او مونږ تا ته رالیږلی -ای پیغمبره- قران کریم ددې لپاره چې بیان کړي خلکو ته هغه چې ددې څخه وضاحت ته احتیاج لري، او ددې لپاره چې دوی خپل عقلونه په کار واچوي، نو دهغه دمضمون څخه به پند واخلي

أَفَأَمِنَ ٱلَّذِينَ مَكَرُوا۟ ٱلسَّيِّـَٔاتِ أَن يَخْسِفَ ٱللَّهُ بِهِمُ ٱلْأَرْضَ أَوْ يَأْتِيَهُمُ ٱلْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ ﴿٤٥﴾

آیا په امن کې دي هغه کسان چې چلونه ئې جوړول ددې لپاره چې دالله تعالی دلارې نه خلک بند کړي ددې نه چې ښکته به بوځي الله تعالی دوی لره په ځمکه کې لکه څرنګه چې ئې په قارون ښکته کړې وه، او یا به ورته دداسې طرف نه عذاب راشي چې دوی يې دراتګ هیڅ فکر نه کاوه. أو يأخذهم فى تقلبهم فما هم بمعجزين

أَوْ يَأْخُذَهُمْ فِى تَقَلُّبِهِمْ فَمَا هُم بِمُعْجِزِينَ ﴿٤٦﴾

او یا به ورسیږي دوی ته عذاب په داسې حال کې چې دوی اوړي راوړي په خپلو سفرونو کې او خپلو منډو کې دخپلو کارونو لپاره، نو دوی ندي بچ کیدوونکي او نه بندوونکي دې عذاب لره. أو يأ خذهم عل تخو ف فإن ربكم لرءوف ر حيم

أَوْ يَأْخُذَهُمْ عَلَىٰ تَخَوُّفٍۢ فَإِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوفٌۭ رَّحِيمٌ ﴿٤٧﴾

او که ایا دوی په امن کې دي ددې نه چې وبه رسیږي دوی ته دالله تعالی عذاب ددوی دویرې په وخت کې دهغه نه، نو پس الله تعالی قدرت لرونکی دی په عذاب ورکولو باندې په هر حالت کې، بیشکه ستاسې رب خامخا شفقت کوونکی مهربان دی؛ تلوار نه کوي په عذاب ورکولو باندې شاید بنده ګان يې هغه ته توبه وباسي

أَوَلَمْ يَرَوْا۟ إِلَىٰ مَا خَلَقَ ٱللَّهُ مِن شَىْءٍۢ يَتَفَيَّؤُا۟ ظِلَـٰلُهُۥ عَنِ ٱلْيَمِينِ وَٱلشَّمَآئِلِ سُجَّدًۭا لِّلَّهِ وَهُمْ دَٰخِرُونَ ﴿٤٨﴾

او دا دروغجن ګڼوونکي خلک نه ګوري په کتلو دفکر سره دالله تعالی مخلوقاتو ته، چې اوړي سیوري دهغو ښی او چپ طرف ته دلمر دحرکت او دهغه دورځې دتللو مطابق او دسپوږمۍ دحرکت مطابق دشپې له خوا، عاجزي کوونکي دي خپل رب ته سجده کوونکي دي هغه ته په حقیقي سجده کولو سره، او دا عاجزي کوونکي دي

وَلِلَّهِ يَسْجُدُ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ مِن دَآبَّةٍۢ وَٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ وَهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ ﴿٤٩﴾

او یواځې الله تعالی ته سجده کوي ټول هغه څوک چې په اسمانونو او ځمکو کې دي دزنده سرو (ګرځیدونکو نه په ځمکه کې) نه، او خاص یواځې هغه ته ملاېکې هم سجده کوي، او هغوی دالله تعالی دبندګۍ او تابعدارۍ نه لويي نه کوي

يَخَافُونَ رَبَّهُم مِّن فَوْقِهِمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ ۩ ﴿٥٠﴾

او دوی سره دهغه دعبادت او همیشه تابعداري څخه چې دوی پکې دي بیا هم دخپل هغه رب څخه ویریږي چې په خپل ذات او قهر او بادشاهۍ سره ددوی نه بره دی، او دوی کوي هغه نیکي چې ددوی رب ورته پرې امر کوي

۞ وَقَالَ ٱللَّهُ لَا تَتَّخِذُوٓا۟ إِلَـٰهَيْنِ ٱثْنَيْنِ ۖ إِنَّمَا هُوَ إِلَـٰهٌۭ وَٰحِدٌۭ ۖ فَإِيَّـٰىَ فَٱرْهَبُونِ ﴿٥١﴾

او الله پاک خپلو ټولو بندګانو ته فرمایلي دي: تاسې مه نیسئ حقدار دبندګۍ دوه، یقینا الله تعالی یواځې هغه حقدار دبندګۍ دی په حقه سره چې دویم او هیڅ شریک ورله نشته، نو خاص زما څخه تاسې وویریږئ، او پرته له ما څخه دبل چا نه مه ویریږئ. مخ ۷ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَلَهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَلَهُ ٱلدِّينُ وَاصِبًا ۚ أَفَغَيْرَ ٱللَّهِ تَتَّقُونَ ﴿٥٢﴾

او خاص یواځې هغه لره دي هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي په پيدایښت او ملکیت او تدبیر سره، او خاص یواځې هغه لره تابعداري او عاجزي او اخلاص ثابت دی، نو آیا تاسې پرته له الله تعالی څخه دبل چا نه ویریږئ؟! نه، بلکې یواځې دهغه څخه وویریږئ

وَمَا بِكُم مِّن نِّعْمَةٍۢ فَمِنَ ٱللَّهِ ۖ ثُمَّ إِذَا مَسَّكُمُ ٱلضُّرُّ فَإِلَيْهِ تَجْـَٔرُونَ ﴿٥٣﴾

او په تاسې چې څومره نعمتونه دي -ای خلکو- که دیني دي او یا دنیوي نو دا ټول یواځې دالله پاک څخه دي نه دبل چا څخه، نو بیا چې کله تاسې ته څه مصیبت او مرض او ولږه ورسیږي نو یواځې هغه ته په دعا سره عاجزي کوئ؛ ددې لپاره چې ستاسې څخه هغه مصیبت لرې کړي چې تاسې ته دررسیدلی، نو هغه څوک چې نعمتونه ورکوي او مصیبتونه لری کوي هغه ذات لره واجب دي چې یواځې یې بندګي وشي

ثُمَّ إِذَا كَشَفَ ٱلضُّرَّ عَنكُمْ إِذَا فَرِيقٌۭ مِّنكُم بِرَبِّهِمْ يُشْرِكُونَ ﴿٥٤﴾

بیا چې کله الله تعالی ستاسې دعا قبوله کړي نو ستاسې څخه هغه مصیبت لرې کړي چې کوم درته رسیدلی ونو په دغه وخت کې یوه ډله ستاسې نه دخپل رب سره شریکان جوړوي، داسې چې دهغه سره دبل چا بندګي هم کوي، نو دا څومره بد کار دی؟!

لِيَكْفُرُوا۟ بِمَآ ءَاتَيْنَـٰهُمْ ۚ فَتَمَتَّعُوا۟ ۖ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿٥٥﴾

شرکي عقیدې دوی وګرځول کفر کوونکي دهغه دنعمتونو چې په دوی باندې يې کړي، او دهغو نعمتونو څخه دتکلیف لرې کول وو؛ نو ددې وجې نه دوی ته وویل شو: فایدې واخلئ په هغو نعمتونو چې تاسې پکې یاستئ تر دې چې راشي تاسې ته عذاب دالله تعالی په ځنډ سره او په تلوار سره

وَيَجْعَلُونَ لِمَا لَا يَعْلَمُونَ نَصِيبًۭا مِّمَّا رَزَقْنَـٰهُمْ ۗ تَٱللَّهِ لَتُسْـَٔلُنَّ عَمَّا كُنتُمْ تَفْتَرُونَ ﴿٥٦﴾

او جوړوي دا مشرکان خپلو هغو بتانو لره چې په هیڅ هم نه پوهیږي -ځکه چې هغه جمادات دي، او هیڅ فایده او نقصان چاته نشي رسولی- یوه برخه دخپلو هغو مالونو څخه چې مونږ دوی ته ورکړي، په دې سره دوی هغو ته ځان نږدې کوي، قسم په الله تعالی خامخا به ستاسې څخه پوښتنه کیدلی شي-ای مشرکینو- دقیامت په ورځ دهغه ګمان باره کې چې تاسې کاوه چې دا بتان دبندګۍ حقدار دي، او دا چې هغوی لره ستاسې دمالونو نه برخه ده

وَيَجْعَلُونَ لِلَّهِ ٱلْبَنَـٰتِ سُبْحَـٰنَهُۥ ۙ وَلَهُم مَّا يَشْتَهُونَ ﴿٥٧﴾

او نسبت کوي دا مشرکین الله تعالی ته دلورګانو، او دوی دا عقیده لري چې دا ملاېکې دي، نو هغه ته داولاد نسبت کوي، او داسې څه ورله اختیاروي چې دخپلو ځانونو لپاره يې نه خوښوي، پاک دی الله تعالی دهغه څه نه چې دوی ئې ورله مقرروي ددې بچو نه، او دځان لپاره هغه څه مقرروي چې ددوی نفسونه يې غواړي دنارینو بچو نه، نو کومه یوه ګناه ډیر لویه ده ددې څخه؟!. د

وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُم بِٱلْأُنثَىٰ ظَلَّ وَجْهُهُۥ مُسْوَدًّۭا وَهُوَ كَظِيمٌۭ ﴿٥٨﴾

او کله چې خبر ورکړل شي یو کس ته ددوی نه په پیدایښټ دلور تک تور شي مخ دهغه دډیرو بدو ګڼلو دهغه څه نه چې دوی ته پرې زیری ورکړی شوی، او زړه يې دغم او خفګان نه ډک شي، بیا دا الله تعالی ته دهغه څه نسبت کوي چې دخپل ځان لپاره يې نه خوښوي!

يَتَوَٰرَىٰ مِنَ ٱلْقَوْمِ مِن سُوٓءِ مَا بُشِّرَ بِهِۦٓ ۚ أَيُمْسِكُهُۥ عَلَىٰ هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُۥ فِى ٱلتُّرَابِ ۗ أَلَا سَآءَ مَا يَحْكُمُونَ ﴿٥٩﴾

پټیږي دخپل قوم نه دبد خبر له وجې نه چې دې ته پرې زیری ورکړی شوی دپیدایښت دلور نه، خپل ځان سره سوچ او فکر کوي: چې آیا وساتي دې لور لره سره د شرم او سر ټیټۍ نه او که یا يې ژوندۍ ښخه کړي، نو په خاورو کې به يې پټه کړي؟ څومره بده ده هغه فیصله چې دا مشرکین يې کوي، کله چې دوی دخپل رب لپاره دهغه څه فیصله کوي چې دخپل ځان لپاره يې بد ګڼي. مخ ۸ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

لِلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِٱلْـَٔاخِرَةِ مَثَلُ ٱلسَّوْءِ ۖ وَلِلَّهِ ٱلْمَثَلُ ٱلْأَعْلَىٰ ۚ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ ﴿٦٠﴾

ى دهغو کافرانو لپاره چې په اخرت ایمان نه لري صفت ناکاره دی، دضرورت نه بچي ته، او ناپوهي، او کفر، او الله تعالی لره دي ښایسته او اوچت صفتونه دعزت، کمال او مالدارۍ او علم نه، او هغه الله پاک زورور دی په خپله بادشاهۍ کې هغه چې هیڅوک پرې نشي غالب کیدلی، حکیم دی په خپل پیدایښت، تدبیر او شریعت کې. م

وَلَوْ يُؤَاخِذُ ٱللَّهُ ٱلنَّاسَ بِظُلْمِهِم مَّا تَرَكَ عَلَيْهَا مِن دَآبَّةٍۢ وَلَـٰكِن يُؤَخِّرُهُمْ إِلَىٰٓ أَجَلٍۢ مُّسَمًّۭى ۖ فَإِذَا جَآءَ أَجَلُهُمْ لَا يَسْتَـْٔخِرُونَ سَاعَةًۭ ۖ وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ ﴿٦١﴾

او که سزا ورکولی الله پاک خلکو ته دهغوی دظلم او په هغه باندې دکفر په وجه نو پریښودی به يې نه وای په ځمکه باندې هيڅ یو انسان او نه حیوان چې دځمکې پر مخ حرکت کوي، خو لیکن هغه پاک ذات وروسته کوي دوی لره نیټې مقرری ته په خپل علم کې، نو کله چې دغه دهغه په علم کې مقرره نېټه راشي دوی نه وروسته کیږي دهغې نه او نه مخکې کیږي دهغې نه، او اګر که لږ وخت هم وي

وَيَجْعَلُونَ لِلَّهِ مَا يَكْرَهُونَ وَتَصِفُ أَلْسِنَتُهُمُ ٱلْكَذِبَ أَنَّ لَهُمُ ٱلْحُسْنَىٰ ۖ لَا جَرَمَ أَنَّ لَهُمُ ٱلنَّارَ وَأَنَّهُم مُّفْرَطُونَ ﴿٦٢﴾

او دوی جوړوي الله پاک لره هغه چې هغوی يې بد ګڼي نسبت دهغې خپلو ځانونو ته دلورګانو څخه، او ددوی ژبې په دروغو باندې بیان کوي داچې دوی لره دالله تعالی په نزد ښایسته مرتبې دي که چیرته دا صحیح شي چې دوی به خامخا بیرته راپورته کیږی لکه دوی چې وايې، خامخا دوی لره اور دی، او دوی خامخا پریښودونکي دي په دې اور کې، هیڅکله به ددې نشي راویستل کیدلی

تَٱللَّهِ لَقَدْ أَرْسَلْنَآ إِلَىٰٓ أُمَمٍۢ مِّن قَبْلِكَ فَزَيَّنَ لَهُمُ ٱلشَّيْطَـٰنُ أَعْمَـٰلَهُمْ فَهُوَ وَلِيُّهُمُ ٱلْيَوْمَ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ ﴿٦٣﴾

قسم په الله تعالی یقینا مونږ لیږلي پیغمبران ډیرو امتونو ته ستا نه مخکې: -ای پیغمبره- نو ښایسته کړي دوي ته شیطان خپل بد کارونه دشرک او کفر او ګناهونو څخه، نو هغه ددوی ددروغو مددګار دی دقیامت په ورځ نو دهغه څخه دې مرسته وغواړي، او دوی لره دقیامت په ورځ دردناک عذاب دي

وَمَآ أَنزَلْنَا عَلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبَ إِلَّا لِتُبَيِّنَ لَهُمُ ٱلَّذِى ٱخْتَلَفُوا۟ فِيهِ ۙ وَهُدًۭى وَرَحْمَةًۭ لِّقَوْمٍۢ يُؤْمِنُونَ ﴿٦٤﴾

او مونږ نه دی نازل کړی په تا باندې -ای پیغمبره- قرآن کریم مګر ددې لپاره چې ته تشریح کړې ټولو خلکو ته هغه چې دوی پکې اختلاف کوي دتوحید او دبیرته راژوندي کیدلو او دشریعت داحکامو نه، او دا چې قرآن کریم هدایت او رحمت دی ایمان لرونکو لره په الله تعالی او دهغه په پیغمبرانو باندې، او په هغه څه چې په دې قرآن کریم کې دي، نو خاص دوی هغه څوک دي چې په حق باندې فایده اخلي

وَٱللَّهُ أَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءًۭ فَأَحْيَا بِهِ ٱلْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَآ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةًۭ لِّقَوْمٍۢ يَسْمَعُونَ ﴿٦٥﴾

او الله تعالی داسمان له طرفه باران نازل کړی، نو راژوندۍ کړي يې ده په دغه باران سره زمکه په راویستلو دبوټو وروسته له هغې نه چې وچه کلکه وه، یقینا داسمان له طرفه ددې باران په راوریدلو کې، او په دې باران سره دبوټو په راویستلو کې خامخا ښکاره دلیل دی دالله تعالی په قدرت باندې دهغه قوم لپاره چې دالله تعالی خبري اوري او سوچ او فکر پکې کوي

وَإِنَّ لَكُمْ فِى ٱلْأَنْعَـٰمِ لَعِبْرَةًۭ ۖ نُّسْقِيكُم مِّمَّا فِى بُطُونِهِۦ مِنۢ بَيْنِ فَرْثٍۢ وَدَمٍۢ لَّبَنًا خَالِصًۭا سَآئِغًۭا لِّلشَّـٰرِبِينَ ﴿٦٦﴾

او تاسې لره -ای خلکو- په اوښانو او غواګانو او مېږو کې خامخا عبرت دی چې تاسې پرې عبرت واخلئ، داسې چې مونږ په تاسې باندې څښوو دهغوی دغولانځو نه شیدې (پۍ) چې راوتونکي دي دمینځ دهغه څه نه چې په خیټه کې دي دخوشایانو نه او هغه چې په جسم کې دي دوینې نه، او سره ددې نه بیا هم خالص صفا خوندور شیده راوځي چې پاک او ښایسته وي څښوونکو لره. مخ ۹ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَمِن ثَمَرَٰتِ ٱلنَّخِيلِ وَٱلْأَعْنَـٰبِ تَتَّخِذُونَ مِنْهُ سَكَرًۭا وَرِزْقًا حَسَنًا ۗ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةًۭ لِّقَوْمٍۢ يَعْقِلُونَ ﴿٦٧﴾

او ستاسې لپاره پند او عبرت دی په هغه رزق کې چې مونږ يې تاسې ته درکوو دمیوو دکجورو نه او دمیوو دانګورو نه، نو تاسې جوړوئ ددې نه دنشې شیان چې عقل ختموي، او دا ښه کار نه دی، او تاسې جوړوئ ددې نه ښایسته خوراکونه چې تاسې پرې فایدې اخلئ لکه کجورې (خرما) او وڅکې (ممیز) او سرکه او شربتونه، یقینا په دې ذکر شوو شیانو کې خامخا دلیل دی دالله تعالی په قدرت او دهغه په انعام په خپلو بندګانو باندې دهغه قوم لپاره چې عقل لري، نو خاص هم دوی هغه کسان دي چې عبرت اخلي

وَأَوْحَىٰ رَبُّكَ إِلَى ٱلنَّحْلِ أَنِ ٱتَّخِذِى مِنَ ٱلْجِبَالِ بُيُوتًۭا وَمِنَ ٱلشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ ﴿٦٨﴾

او ستا رب په زړه کې واچوله -ای پیغمبره- مچۍ ته، او هغې ته يې ښودنه کړي چې: ونیسه ځان ته په غرونو کې کورونه، او ونیسه ځان لره کورونه په ونو کې، او په هغو ابادیو کې چې خلک يې جوړوي او په څپرونو کې

ثُمَّ كُلِى مِن كُلِّ ٱلثَّمَرَٰتِ فَٱسْلُكِى سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلًۭا ۚ يَخْرُجُ مِنۢ بُطُونِهَا شَرَابٌۭ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَٰنُهُۥ فِيهِ شِفَآءٌۭ لِّلنَّاسِ ۗ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةًۭ لِّقَوْمٍۢ يَتَفَكَّرُونَ ﴿٦٩﴾

إن فى ذلك لٔاية لقوم يتفكرون بیا خوره دهرې میوې نه چې ستا خوښه وي، او په هغولا رو لاړه شه چې ستا رب يې تا ته دتللو ښودنه کړې پداسې حال کې چې تاته به تابع وي، راوځي ددې مچیو دخیټو نه شات چې مختلف رنګونه لري، په دې کې سپن او زیړ او نور رنګونه دي، په دې کې خلکو لره شفا ده، چې دمرضونو علاج پرې کوي، یقینا خامخا دمچیو په دې الهام کې او په دې شاتو کې چې ددې دخیټو نه راوځي خامخا دلیل دی دالله تعالی په قدرت او دهغه په تدبیر باندې دخپلو مخلوقاتو چارو لره د هغه قوم لپاره چې فکر کوي، نو خاص دوی هغه څوک دي چې عبرت اخلي

وَٱللَّهُ خَلَقَكُمْ ثُمَّ يَتَوَفَّىٰكُمْ ۚ وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَىٰٓ أَرْذَلِ ٱلْعُمُرِ لِكَىْ لَا يَعْلَمَ بَعْدَ عِلْمٍۢ شَيْـًٔا ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌۭ قَدِيرٌۭ ﴿٧٠﴾

او الله تعالی تاسې پیدا کړي یاست پغیر دمخکني مثال نه، بیا به تاسې مړه کوي کله چې ستاسې دژوند مقرره نیټه پوره شي، او ځنې ستاسې نه هغه دي چې دهغه عمر دژوند ډیرې بدې مرحلې ته ورسیږي چې هغه بوډاوالی دی، نو هیڅ نه پوهیږي په هغه څه چې دا پرې مخکې پوهیده، بیشکه الله تعالی پوهه دی هیڅ شی پرې دخپلو بندګانو دعملونو څخه پټ نشي پاتي کیدلی، قدرت لرونکی ذات دی هیڅ شي یې نشي عاجز کولی

وَٱللَّهُ فَضَّلَ بَعْضَكُمْ عَلَىٰ بَعْضٍۢ فِى ٱلرِّزْقِ ۚ فَمَا ٱلَّذِينَ فُضِّلُوا۟ بِرَآدِّى رِزْقِهِمْ عَلَىٰ مَا مَلَكَتْ أَيْمَـٰنُهُمْ فَهُمْ فِيهِ سَوَآءٌ ۚ أَفَبِنِعْمَةِ ٱللَّهِ يَجْحَدُونَ ﴿٧١﴾

او الله پاک بعضې ستاسې نه په بعضو نورو غوره کړي دي دهغه رزق له وجې نه چې تاسې ته يې درکړی، نو په تاسې کې يې غریب او مالدار پیدا کړي، او مشر (واکدار) او کشر يې پیدا کړی، نو ندي هغه کسان چې الله تعالی درزق په وجه غوره کړي؛ ورګرځوونکي دهغه رزق چې دوی ته الله تعالی ورکړی خپلو غلامانو ته داسې چې دوی پکې یوشان شریک شي ددوی سره په بادشاهۍ کې، نو څرنګه دوی خوښوي الله تعالی لره شریکان دهغه دغلامانو (بندګانو) نه، او دوی دځان لپاره دا نه خوښوي چې ددوی غلامان دې ددوی سره یو شان شریک شي؟ نو دا څومره ظلم دی، او ددې څخه به کوم لوی انکار وي دالله تعالی دنعمتونو نه؟!

وَٱللَّهُ جَعَلَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَٰجًۭا وَجَعَلَ لَكُم مِّنْ أَزْوَٰجِكُم بَنِينَ وَحَفَدَةًۭ وَرَزَقَكُم مِّنَ ٱلطَّيِّبَـٰتِ ۚ أَفَبِٱلْبَـٰطِلِ يُؤْمِنُونَ وَبِنِعْمَتِ ٱللَّهِ هُمْ يَكْفُرُونَ ﴿٧٢﴾

او الله تعالی پیداکړي تاسې لره -ای خلکو- ستاسو دجنس نه بیبیاني چې تاسې مطمئن کیږئ او خوشحالیږئ په هغوی سره، او ستاسې لپاره يې ستاسې دبیبیانو نه بچي او لمسي پیداکړي، او تاسې لره يې رزق درکړی دخوراکي شیانو نه -لکه غوښه او دانې او میوې- پاکې دهغو نه، نو آیا دا خلک په باطلو شیانو دبوتانو څخه ایمان راوړي، او دالله تعالی په هغو ډیرو نعمتونو چې دوی يې شمیرلی هم نشي ناشکري کوي او دالله تعالی شکر نه ادا کوي داسې چې یوازې په هغه ایمان راوړي؟!. مخ ۱۰ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَمْلِكُ لَهُمْ رِزْقًۭا مِّنَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ شَيْـًۭٔا وَلَا يَسْتَطِيعُونَ ﴿٧٣﴾

او دا مشرکان بندګي کوي پرته له الله تعالی نه دبتانو، چې دوی طاقت نه لري چې دوی ته روزي ورکړي دهیڅ شي څخه نه دآسمانونو او نه دځمکې نه، او نه د دوی څخه دا کیدلی شي چې ددې مالکان دي شي؛ ځکه چې دوی جمادات دي چې نه پکې سا شته او نه علم

فَلَا تَضْرِبُوا۟ لِلَّهِ ٱلْأَمْثَالَ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿٧٤﴾

نو تاسې مه جوړوئ -ای خلکو- الله تعالی لره مثالونه ددې بتانو نه چې نه چا ته فایده رسولی شي او نه دچا څخه ضرر دفع کولی شي، نو نشته الله تعالی لره هم مثل تر دې چې تاسې يې ورسره په عبادت کې شریک کړئ، یقینا الله تعالی پوهیږي په هغه چې هغه لره کوم دعزت او کمال صفتونه دي، او تاسې په دې نه پوهیږئ، نو ځکه تاسې دهغه سره په شرک کولو کې اخته کیږئ، او دهغه سره ستاسې دبتانو په یوشان والي کې. ر

۞ ضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلًا عَبْدًۭا مَّمْلُوكًۭا لَّا يَقْدِرُ عَلَىٰ شَىْءٍۢ وَمَن رَّزَقْنَـٰهُ مِنَّا رِزْقًا حَسَنًۭا فَهُوَ يُنفِقُ مِنْهُ سِرًّۭا وَجَهْرًا ۖ هَلْ يَسْتَوُۥنَ ۚ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٧٥﴾

بیان کړی الله پاک مثال لپاره درد کولو په مشرکینو باندې: یو بنده چې غلام (مرېی) هم وي او دواک نه هم عاجز وي، هغه سره څه نه وي چې خرچ يې کړي، او بل بنده چې ازاد وي مونږ ورله دخپل فضل نه حلال مال هم ورکړی وي، چې څرنګه يې خوښه وي همغه شان واک پکې کوي، نو هغه ددې مال نه خرچ کوي په پټه او ښکاره څرنګه چې وغواړي، نو دا دواړه کسان ندي برابر، نو څرنګه تاسې برابروالی راولئ دالله تعالی -چې څښتن او واکدار دی په خپله بادشاهئ کې څرنګه چې وغواړي- او ستاسې دعاجزو بتانو ترمنځ؟! ټول ثنا او صفتونه خاص الله تعالی لره دي چې دثنا مستحق دی، بلکې اکثر دمشرکینو نه دالله تعالی په عبادت سره یواځې والي باندې نه پوهیږي

وَضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلًۭا رَّجُلَيْنِ أَحَدُهُمَآ أَبْكَمُ لَا يَقْدِرُ عَلَىٰ شَىْءٍۢ وَهُوَ كَلٌّ عَلَىٰ مَوْلَىٰهُ أَيْنَمَا يُوَجِّههُّ لَا يَأْتِ بِخَيْرٍ ۖ هَلْ يَسْتَوِى هُوَ وَمَن يَأْمُرُ بِٱلْعَدْلِ ۙ وَهُوَ عَلَىٰ صِرَٰطٍۢ مُّسْتَقِيمٍۢ ﴿٧٦﴾

ى او بیان کړی الله تعالی بل مثال په مشرکینو باندې درد لپاره چې هغه ددوه کسانو مثال دی: یو دهغوی نه چاړا دی چې هیڅ نه اوري او نه خبرې کولی شي او نه په څه پوهیږي؛ دهغه دکوڼوالي او ګونګوالي دوجې نه، ځان ته هم فایده نشي رسولی او بل چا ته هم فایده نشي رسولی، او هغه دروند بوج وي په خپل مالک باندې، څوک چې ددې پاملرنه کوي، چې کوم طرف ته يې ولیږي هیڅ خیر نه راوړي، او خپل مقصد ته هم نشي رسیدلی، آیا برابر دی هغه څوک چې دایې حال وي د هغه چا سره چې هغه برابر وي اوریدل او خبرې هم کولی شي، بل چا ته یې خیر هم رسیږي، نو هغه خلکو ته امر کوي په عدل سره، او په خپل هم برابر وي، نو په سمه لا ره روان وي چې هیڅ شک او کوږوالی پکې نه وي؟! نو څرنګه تاسې برابروالی راولئ -ای مشرکینو- دالله تعالی تر منځ چې دعزت او کمال صفتونه لري او ستاسې دبتانو تر منځ چې نه څه اوریدل کولی شي او نه څه ویلی شي، او نه چا ته خیر رسولی شي، او نه دچا څخه ضرر لری کولی شي؟!

وَلِلَّهِ غَيْبُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ وَمَآ أَمْرُ ٱلسَّاعَةِ إِلَّا كَلَمْحِ ٱلْبَصَرِ أَوْ هُوَ أَقْرَبُ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۭ ﴿٧٧﴾

او یواځې الله تعالی لره علم دهغه څه چې پټ دي په اسمانونو کې، او علم دهغه څه چې پټ دي په ځمکه کې، نو هغه یواځې خاص دی ددې په علم باندې پرته له نورو دهغه دمخلوقاتو څخه، او ندی حال دقیامت هغه چې دخاصو پټو علمونو نه دی په تلوار سره راتللو کې کله چې يې وغواړي مګر په شان دبندولو دبڼو دسترګو او دخلاصولو دهغې، بلکې ددې نه هم ډیر نږدې، یقینا الله تعالی په هر شي باندې قدرت لرونکی دی، هیڅ شي يې نشي عاجز کولی، کله چې دڅه اراده وکړي نو ورته ووایي: شه! نو وشي (پیداشي)

وَٱللَّهُ أَخْرَجَكُم مِّنۢ بُطُونِ أُمَّهَـٰتِكُمْ لَا تَعْلَمُونَ شَيْـًۭٔا وَجَعَلَ لَكُمُ ٱلسَّمْعَ وَٱلْأَبْصَـٰرَ وَٱلْأَفْـِٔدَةَ ۙ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿٧٨﴾

او الله تعالی تاسې راویستلي یاست -ای خلکو- ستاسې دمیندو دخیټو نه وروسته دختمیدلو دمودې دحمل نه ماشومان چې په هیڅ هم نه پوهیدلئ، او تاسې لره يې غوږونه پیدا کړي چې شیان پرې واورئ، او سترګي ددې لپاره چې شیان پرې ووینئ، او زړونه يې درله پیداکړي ددې لپاره چې پوهه پرې حاصله کړئ؛ امید دی چې تاسې به دهغه شکر ادا کړې دهغو نعمتونو په وجه چې په تاسې يې کړي دي. مخ ۱۱ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

أَلَمْ يَرَوْا۟ إِلَى ٱلطَّيْرِ مُسَخَّرَٰتٍۢ فِى جَوِّ ٱلسَّمَآءِ مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلَّا ٱللَّهُ ۗ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّقَوْمٍۢ يُؤْمِنُونَ ﴿٧٩﴾

آیا دا مشرکان نه ګوري مرغانو ته چې تابع کړی شوي او تیار کړی شوي دالوتلو لپاره په هوا کې دهغو وزرونو او نرمې هوا په وجه چې الله تعالی دوی ته ورکړي، او الله تعالی دوی ته ښودنه کړې دراټولولو دخپلو وزرونو او دهغې دغوړولو، نه ټینګوي دوی لره په هوا کې دراغورځيدلو نه مګر یواځې الله تعالی قادر ذات، یقینا خامخا په دې تابع کیدلو او راټینګولو کې دراغورځیدلو نه دلیلونه دي دعبرت دهغه قوم لپاره چې په الله تعالی ایمان لري؛ ځکه چې هم دوی هغه کسان دي چې په دلیلونو او عبرتونو فایده اخلي

وَٱللَّهُ جَعَلَ لَكُم مِّنۢ بُيُوتِكُمْ سَكَنًۭا وَجَعَلَ لَكُم مِّن جُلُودِ ٱلْأَنْعَـٰمِ بُيُوتًۭا تَسْتَخِفُّونَهَا يَوْمَ ظَعْنِكُمْ وَيَوْمَ إِقَامَتِكُمْ ۙ وَمِنْ أَصْوَافِهَا وَأَوْبَارِهَا وَأَشْعَارِهَآ أَثَـٰثًۭا وَمَتَـٰعًا إِلَىٰ حِينٍۢ ﴿٨٠﴾

او الله پاک ګرځولي تاسې لره ستاسې دکورونو نه هغه چې تاسې يې جوړوئ دګټو (تیږو) او نورو شیانو نه ځای دارامتیا او راحت، او جوړ کړي یې دي تاسې لره د څرمنو داوښانو او غواګانو او ګډو نه خیمې او چترونه په صحراګانو کې لکه دښار دکورونو په شان، سپک دي تاسې ته بارول دهغې ستاسې په سفرونو کې بل ځای ته، او اسان دي لږول دهغې ستاسې دپړاو اچولو (تم کیدلو په) وخت کې، او جوړکړي يې دي تاسې لره دګډو دوړیو نه، او داوښانو دپشمونو نه، او دبیزو د ویښتانو نه سامان ستاسې دکورونو لپاره او جامې او دځان دپټولو شیان چې تاسې پرې فایدې اخلئ تر مقررې نیټې پورې

وَٱللَّهُ جَعَلَ لَكُم مِّمَّا خَلَقَ ظِلَـٰلًۭا وَجَعَلَ لَكُم مِّنَ ٱلْجِبَالِ أَكْنَـٰنًۭا وَجَعَلَ لَكُمْ سَرَٰبِيلَ تَقِيكُمُ ٱلْحَرَّ وَسَرَٰبِيلَ تَقِيكُم بَأْسَكُمْ ۚ كَذَٰلِكَ يُتِمُّ نِعْمَتَهُۥ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْلِمُونَ ﴿٨١﴾

او الله تعالی جوړ کړي تاسې لره دونو او ابادیو نه هغه څه چې تاسې پرې سیوری حاصلوئ دګرمۍ نه، او جوړ کړي ئې دي تاسې لره دغرونو نه سمڅې او غارونه چې تاسې پکې پټیږئ دیخنۍ او ګرمۍ او ددښمن نه، او جوړکړي يې دي تاسې لره کمیسونه او جامې دمالوچو او نورو شیانو نه چې ستاسې نه ګرمي او یخني بچ کوي او تاسې لره زغرې جوړې کړي چې دیو بل نه مو دجنګ په وخت کې ساتي، نو اسلحه ستاسې بدنونو ته نه دررسیږي، لکه څرنګه چې الله تعالی په تاسې د پخوا نه نعمتونه کړي همداسې پوره کوي په تاسې باندې نعمتونه خپل، امید دی چې تاسې یواځې الله تعالی ته غاړه کیږدئ، او دهغه سره هیڅ شی هم شریک نه کړئ

فَإِن تَوَلَّوْا۟ فَإِنَّمَا عَلَيْكَ ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ ﴿٨٢﴾

نو که چیرته دې خلکو مخ واړاوه دایمان راوړلو نه او دریښتیا ګڼلو دهغه څه نه چې تا پرې راتګ کړی نو ندي په تا باندې -ای پیغمبره- مګر رسول دهغه څه چې تا ته يې په رسولو امر شوی رسول ښکاره، او نشته په تا باندې ذمه واري دهغو دهدایت کولو

يَعْرِفُونَ نِعْمَتَ ٱللَّهِ ثُمَّ يُنكِرُونَهَا وَأَكْثَرُهُمُ ٱلْكَـٰفِرُونَ ﴿٨٣﴾

مشرکان دالله تعالی نعمتونه پیژني هغه چې الله تعالی په دوی کړي، او دهغې نه لیږل دپیغمبر صلی الله علیه وسلم دي دوی ته، بیا دوی انکار کوي دهغه دنعمتونو په شکر نه ادا کولو سره، او په دروغجن ګڼلو سره دهغه دپیغمبر، او ډیر ددوی نه انکار کوونکي دي دخپل رب دنعمتونو. ويوم نبعث من كل أم ة شهيدا ثم لا يؤذن للذين كفروا ولا هم يستعتبون

وَيَوْمَ نَبْعَثُ مِن كُلِّ أُمَّةٍۢ شَهِيدًۭا ثُمَّ لَا يُؤْذَنُ لِلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ ﴿٨٤﴾

او یاد کړه -ای پیغمبره- هغه ورځ چې الله تعالی به دهر امت نه دهغوی پیغمبر راپاڅوي کوم چې دوی ته لیږل شوي وو ګواهي به کوي په ایمان دمومنانو ددوی نه او په کفر دکافرانو ددوی نه، بیا وروسته ددې نه به کافرانو ته دبهانې کولو اجازه نه شي ورکول کیدلی دهغه کفر نه چې دوی پکې وو، او دنیا ته به هم نشي ورګرځیدلی چې داسې عملونه وکړي چې ددوی رب ترې راضي شي، نو پس اخرت کور دحساب دی نه دعمل کولو. مخ ۱۲ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَإِذَا رَءَا ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ ٱلْعَذَابَ فَلَا يُخَفَّفُ عَنْهُمْ وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ ﴿٨٥﴾

او کله چې ظالمان مشرکین عذاب وویني نو په دغه وخت کې به ددوی څخه عذاب نشي سپکیدلی، او نه به دوی ته مهلت ورکولی شي په وروسته کولو دعذاب سره، بلکې ورننوځي به جهنم ته همیشه به وي په دې کې همیشه

وَإِذَا رَءَا ٱلَّذِينَ أَشْرَكُوا۟ شُرَكَآءَهُمْ قَالُوا۟ رَبَّنَا هَـٰٓؤُلَآءِ شُرَكَآؤُنَا ٱلَّذِينَ كُنَّا نَدْعُوا۟ مِن دُونِكَ ۖ فَأَلْقَوْا۟ إِلَيْهِمُ ٱلْقَوْلَ إِنَّكُمْ لَكَـٰذِبُونَ ﴿٨٦﴾

إ نكم لكذبون او کله چې مشرکین په اخرت کې خپل هغه معبودان وویني چې دوی يې پرته له الله تعالی نه بندګي کوله دوی به ووائې: ای ربه! دا زمونږ هغه شریکان دي چې مونږ يې پرته له تا بندګي کوله، دوی دا ځکه وویل چې دخپلو ګناهونو پیټي پرې وربار کړي، نو الله تعالی به ددوی معبودان ګویا کړي، نو دوی ته به په جواب کې ووايې: بیشکه تاسې -ای مشرکینو- خامخا دروغجنان یاست په بندګۍ ستاسې کې په شرک کولو سره دالله تعالی سره، نو نشته دهغه سره څوک شریک چې بندګي يې وشي

وَأَلْقَوْا۟ إِلَى ٱللَّهِ يَوْمَئِذٍ ٱلسَّلَمَ ۖ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَفْتَرُونَ ﴿٨٧﴾

او تسلیم به شي مشرکین، او یواځي الله تعالی به ته غاړه کیږدي، او ورک شو ددوی نه هغه دروغ چې دوی جوړول ددې دعوي نه چې ګویا کې ددوی بتان دوی لره دالله تعالی په وړاندې سپارښت کوي

ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَصَدُّوا۟ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ زِدْنَـٰهُمْ عَذَابًۭا فَوْقَ ٱلْعَذَابِ بِمَا كَانُوا۟ يُفْسِدُونَ ﴿٨٨﴾

هغه کسان چې کفر يې کړی په الله تعالی باندې، او اړولي يې دي نور خلک دالله تعالی دلارې نه زیاتوو مونږ دوی لره عذاب -د دوی دفساد کولو او دفساد خورولو په وجه په ګمراه کولو سره بل چا لره- په هغه عذاب دپاسه چې دوی يې مستحق ګرځیدلي وو ددوی دکفر له وجې نه

وَيَوْمَ نَبْعَثُ فِى كُلِّ أُمَّةٍۢ شَهِيدًا عَلَيْهِم مِّنْ أَنفُسِهِمْ ۖ وَجِئْنَا بِكَ شَهِيدًا عَلَىٰ هَـٰٓؤُلَآءِ ۚ وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبَ تِبْيَـٰنًۭا لِّكُلِّ شَىْءٍۢ وَهُدًۭى وَرَحْمَةًۭ وَبُشْرَىٰ لِلْمُسْلِمِينَ ﴿٨٩﴾

لكل شىء وهدى ورحمة وبشر للمسلمين ى او یاده کړه -ای پیغمبره- هغه ورځ چې راپورته به کړو مونږ په هر یو امت کې پیغمبر چې ګواهي به ورکوي پر دوی باندې دهغه کفر او یا ایمان چې دوی پکې وو، دا پیغمبر ددوی دجنس نه دی، او ددوی په ژبه خبرې کوي، او رابه ولو مونږ تالره -ای پیغمبره- ګواهي کوونکی په ټولو امتونو، او مونږ نازل کړی په تا باندې قرآن لپاره د بیان دهر هغه شي چې ضرورت لري بیان ته دحلالو او حرامو او دثواب او سزا او نورو نه، او مونږ نازل کړی دې لره لپاره دښودنې کولو دخلکو حق طرف ته، او رحمت دی دهغه چا لپاره چې ایمان يې پرې راوړی او عمل يې په هغه څه کړی چې په دې کې دي، او زیرې دی دایمان راوړونکو لپاره په الله تعالی باندې په هغو همیشنیو نعمتونو چې دوی يې انتظار کوي

۞ إِنَّ ٱللَّهَ يَأْمُرُ بِٱلْعَدْلِ وَٱلْإِحْسَـٰنِ وَإِيتَآئِ ذِى ٱلْقُرْبَىٰ وَيَنْهَىٰ عَنِ ٱلْفَحْشَآءِ وَٱلْمُنكَرِ وَٱلْبَغْىِ ۚ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿٩٠﴾

تذك رون یقینا الله تعالی امر کوي خپلو بندګانو ته په انصاف کولو سره داسې چې بنده دالله تعالی حقوق اداکړي او دالله دبندګانو حقوق هم ادا کړي، او په فیصلې کولو کې دې یو کس په بل کس باندې نه غوره کوي مګر په داسې یو حق سره چې ددې غوره والي مستحق ګرځي، او امر کوي په احسان کولو سره داسې چې احسان دې وکړي یوه بنده په هغه څه چې دې لره نه لا زموي لکه نفلي صدقه ورکول او دظالم نه مخ اړول، او امر کوي په ورکړي سره خپلوانو ته څه شي ته چې حاجت لري، او منع کوي دهر هغه شي نه چې بد وي، ویل دهغه لکه بده وینا، او یا بد وي کول دهغه لکه زنا، او منع کوي دهغه څه نه چې شرع يې بد ګڼي، او هغه ټول ګناهونه دي، او منع کوي دظلم او تکبر کولو نه په خلکو باندې، پند درکوي الله تعالی تاسې ته په هغه څه چې تاسې ته يې پرې امر کړی، او په هغه څه چې تاسې يې ترې بند کړي یاست په دې ایت کې امید دی چې تاسې به عبرت واخلئ په هغه څه چې تاسې ته يې پرې پند درکړی. مخ ۱۳ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَأَوْفُوا۟ بِعَهْدِ ٱللَّهِ إِذَا عَـٰهَدتُّمْ وَلَا تَنقُضُوا۟ ٱلْأَيْمَـٰنَ بَعْدَ تَوْكِيدِهَا وَقَدْ جَعَلْتُمُ ٱللَّهَ عَلَيْكُمْ كَفِيلًا ۚ إِنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ ﴿٩١﴾

تفعلون او پوره والی کوئ په ټولو هغو لوظونو چې تاسې دالله تعالی سره کړی دي او یا مو دخلکو سره کړي دي، او مه ماتوئ قسمونه وروسته دپوخوالي دهغې نه په الله تعالی باندې په قسم خوړلو سره، او یقینا ګرځولی تاسې الله تعالی ګواهي کوونکی په تاسې باندې په پوره کولو دهغو لوظونو سره چې تاسې پرې قسمونه خوړلي، بیشکه الله تعالی پوهیږي په هغه څه چې تاسې ئې کوئ، هیڅ شي په هغه باندې ددغو لوظونو نه پټ نشي پاتې کیدلی، او خامخا به درله پرې بدله درکوي

وَلَا تَكُونُوا۟ كَٱلَّتِى نَقَضَتْ غَزْلَهَا مِنۢ بَعْدِ قُوَّةٍ أَنكَـٰثًۭا تَتَّخِذُونَ أَيْمَـٰنَكُمْ دَخَلًۢا بَيْنَكُمْ أَن تَكُونَ أُمَّةٌ هِىَ أَرْبَىٰ مِنْ أُمَّةٍ ۚ إِنَّمَا يَبْلُوكُمُ ٱللَّهُ بِهِۦ ۚ وَلَيُبَيِّنَنَّ لَكُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ مَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ ﴿٩٢﴾

ه او تاسې مه کیږئ په ماتولو دلوظونو سره کم عقلان، دهغې کم عقلې ښځې په شان چې دخپلو وړیو او یا مالوچو په اوبدلو به ستړې شوه، او خپل سپڼسی به ئې خه کلک کړ، بیا به یې سپړوده او داسې به يې وسپړل لکه څرنګه چې مخکې داوبدلو نه و، نو په اوبدلو او سپړلو دواړو کې به ستړې شوه، او څه مطلب به يې حاصل نه کړ، تاسې ګرځوئ خپل قسمونه سبب ددوکې چې بعضې ستاسې نه بعضو نورو لره په دې سره دوکه کوي؛ ددې لپاره چې ستاسې ډله ستاسې ددښمن دډلې نه ډیره او مضبوطه شي، یقینا الله تعالی په تاسې باندې امتحان کوي په پوره والي دلوظونو، چې آیا تاسې دا پوره کوئ، او که ماتوئ يې؟ او خامخا به الله تعالی بیانوي تاسې ته دقیامت په ورځ هغه څه چې تاسې پکې په دنیا کې اختلاف کواه، نو ښکاره به کړي حقدرا دباطل پرست نه، او ریښتونی ددروغجن نه

وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةًۭ وَٰحِدَةًۭ وَلَـٰكِن يُضِلُّ مَن يَشَآءُ وَيَهْدِى مَن يَشَآءُ ۚ وَلَتُسْـَٔلُنَّ عَمَّا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿٩٣﴾

او که الله تعالی غوښتلی وی نو ګرځولي به يې وئ تاسې یو امت په حق باندې متفق، خو لیکن الله پاک ګمراه کوي چا لره چې وغواړي په بې لا رې کولو دهغه د حق نه او دوفا کولو نه په لوظونو باندې په خپل عدل سره، او توفیق ورکوي چا لره چې وغواړي په خپل فضل او مهربانۍ سره دې کار ته، او خامخا پوښتنه به کیدلی شي ستاسې نه دقیامت په ورځ دهغه څه باره کې چې تاسې کول په دنیا کې

وَلَا تَتَّخِذُوٓا۟ أَيْمَـٰنَكُمْ دَخَلًۢا بَيْنَكُمْ فَتَزِلَّ قَدَمٌۢ بَعْدَ ثُبُوتِهَا وَتَذُوقُوا۟ ٱلسُّوٓءَ بِمَا صَدَدتُّمْ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ ۖ وَلَكُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌۭ ﴿٩٤﴾

عظيم او تاسې مه ګرځوئ قسمونه خپل سبب ددوکې چې یو بل ته پرې دوکه ورکوئ، په دې سره تاسې دخپل خواهش تابعداري کوئ، نو ماتوئ دې قسمونو لره کله چې ئې وغواړئ، او پوره کوئ دې قسمونو لره کله چې ئې وغواړئ، نو که چیرته تاسې دا کار وکړئ نو ستاسې قدمونه به دسمې لا رې نه وښوییږي وروسته ددې نه چې هغه په دې باندې کلک وو، او وبه څکئ عذاب په سبب داوړیدلو ستاسې دالله تعالی دلارې نه، او په سبب داړولو ستاسو نورو خلکو لره ددې لا رې نه، او ستاسې لپاره به څو چنده عذاب دی

وَلَا تَشْتَرُوا۟ بِعَهْدِ ٱللَّهِ ثَمَنًۭا قَلِيلًا ۚ إِنَّمَا عِندَ ٱللَّهِ هُوَ خَيْرٌۭ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿٩٥﴾

او تاسې مه بدلوئ دالله تعالی په لوظونو باندې بدله لږه په ماتولو ستاسو لوظونو لره، او په پریښودلو ستاسې وفا لره په دې لوظونو، بیشکه هغه مرسته او غنیمتونه چې په دنیا کې دالله تعالی سره دي، او هغه همیشني نعمتونه چې دهغه سره په اخرت کې دي ډیر غوره دي تاسې لره دهغه لږ قیمت نه چې تاسې يې دلوظ په ماتولو سره اخلئ که چیرته تاسې په دې پوهیږئ

مَا عِندَكُمْ يَنفَدُ ۖ وَمَا عِندَ ٱللَّهِ بَاقٍۢ ۗ وَلَنَجْزِيَنَّ ٱلَّذِينَ صَبَرُوٓا۟ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿٩٦﴾

هغه مالونه او خوندونه او نعمتونه چې ستاسې سره دي -ای خلکو- هغه ختمیدونکي دي او اګر که ډیر هم وي، او هغه بدلې چې دالله تعالی سره دي هغه پاتي کیدونکي دي، نو څرنګه تاسې دا ختمیدونکي نعمتونه په پاتي کیدونکو باندې غوره کوئ؟ او خامخا به مونږ بدله ورکوو هغه کسانو ته چې صبر يې کړی دی په خپلو لوظونو باندې او مات کړي يې نه دي ثوابونه دهغوی په ډیر ښایسته شکل دهغو نیکیو چې دوی کولی، نو مونږ به بدله ورکړو دوی ته دیوې نیکۍ دهغه په شان په لسو، تر اوه سوه چندونو پورې، تر ډیرو چندونو پورې. مخ ۱۴ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

مَنْ عَمِلَ صَـٰلِحًۭا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌۭ فَلَنُحْيِيَنَّهُۥ حَيَوٰةًۭ طَيِّبَةًۭ ۖ وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿٩٧﴾

يعملون چاچې وکړ نیک عمل دشرعې موافق که نارینه وي او که زنانه، او حال دا چې دا ایمان لري په الله تعالی باندې؛ خامخا ژوند به ورکړو مونږ دې لره په دنیا کې ژوند ښایسته په رضایت سره دالله تعالی په تقدیر او په قناعت سره او په توفیق ورکولو سره نیکیو ته، او خامخا بدلې به ورکړو مونږ دوی ته ثوابونه ددوی په اخرت کې په ښایسته بڼه دهغو عملونو چې دوی په دنیا کې کول دنیکو کارونو څخه

فَإِذَا قَرَأْتَ ٱلْقُرْءَانَ فَٱسْتَعِذْ بِٱللَّهِ مِنَ ٱلشَّيْطَـٰنِ ٱلرَّجِيمِ ﴿٩٨﴾

نو کله چې ته اراده وکړې دلوستلو دقرآن کریم -ای مومنه- نو دالله تعالی نه پناه وغواړه دوسوسو دشیطان شړلی شوي نه دالله تعالی درحمت څخه

إِنَّهُۥ لَيْسَ لَهُۥ سُلْطَـٰنٌ عَلَى ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ ﴿٩٩﴾

یقینا شیطان چې دی نشته هغه لره تسلط او قدرت په ګمراه کولو دهغو کسانو چې په الله تعالی ایمان لري، او یواځې په خپل رب باندې اعتماد کوي په خپلو ټولو چارو کې

إِنَّمَا سُلْطَـٰنُهُۥ عَلَى ٱلَّذِينَ يَتَوَلَّوْنَهُۥ وَٱلَّذِينَ هُم بِهِۦ مُشْرِكُونَ ﴿١٠٠﴾

یقینا تسلط او قدرت ددې په وسوسو سره په هغو کسانو دی چې دې سره دوستي کوي، او ددې خبره په سرکشۍ کې مني، او هغه کسان چې ددې په سرکشه کولو سره دالله تعالی سره شریکان جوړوي او دهغه سره دنور چا بندګي کوي

وَإِذَا بَدَّلْنَآ ءَايَةًۭ مَّكَانَ ءَايَةٍۢ ۙ وَٱللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يُنَزِّلُ قَالُوٓا۟ إِنَّمَآ أَنتَ مُفْتَرٍۭ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿١٠١﴾

او کله چې مونږ منسوخ کړو حکم دیو ایت دقرآن کریم دایتونو څخه په بل ایت سره -او الله تعالی ښه پوهه دی په هغه څه چې نسخه کوي ئې دقرآن کریم نه د حکمت دوجې نه، او پوهه دی په هغه څه چې نه ئې نسخه کوي دقرآن کریم نه- وائې دوی: یقینا ته چې ئې -ای محمده- دروغ جوړوونکی ئې په الله تعالی باندې، بلکې ډیر ددوی څخه نه پوهیږي چې بیشکه دا نسخه چې ده دا دیو ستر الهي حکمت دوجې ده

قُلْ نَزَّلَهُۥ رُوحُ ٱلْقُدُسِ مِن رَّبِّكَ بِٱلْحَقِّ لِيُثَبِّتَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَهُدًۭى وَبُشْرَىٰ لِلْمُسْلِمِينَ ﴿١٠٢﴾

ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: راوړی دې قرآن لره جبریل علیه السلام دالله پاک له طرفه په ریښتیا سره داسې چې هیح خطایي، تبدیل او تحریف پکې نشته، ددې لپاره چې مضبوط کړي الله تعالی هغه کسان چې ایمان يې راوړی په الله تعالی په خپل ایمان باندې کله چې نوي څه رانازل شي، او یا ترې څه شی نسخه شي، او د دې لپاره چې لا رښود شي ددوی لپاره دحق طرف ته، او زیری دی دمسلمانانو لپاره په هغو عزتمندو ثوابونو چې دوی بهىئې حاصلوي. ى

وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّهُمْ يَقُولُونَ إِنَّمَا يُعَلِّمُهُۥ بَشَرٌۭ ۗ لِّسَانُ ٱلَّذِى يُلْحِدُونَ إِلَيْهِ أَعْجَمِىٌّۭ وَهَـٰذَا لِسَانٌ عَرَبِىٌّۭ مُّبِينٌ ﴿١٠٣﴾

او مونږ پوهیږو چې یقینا مشرکین وائې چې: یقینا محمد صلی الله علیه وسلم چې دی هغه ته قرآن کریم یو انسان ورښائي، او دوی په دې دعوه کې دروغجن دي، ځکه دهغه چا ژبه چې دوی ګومان کوي چې هغه ورته ښودنه کوي عجمي ده، او دا قرآن کریم خو نازل شوی په عربي واضحې ژبې باندې چې اوچت بلاغت لري، نو څرنګه دوی دا ګومان کوي چې یقینا دې دا قرآن کریم دیو عجمي نه اخیستلی؟!

إِنَّ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ لَا يَهْدِيهِمُ ٱللَّهُ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿١٠٤﴾

یقینا هغه کسان چې دالله تعالی په ایتونو ایمان نه لري چې ګویا کې دا دالله تعالی له طرفه دي الله تعالی دوی ته دهدایت طرف ته توفیق نه ورکوي ترڅو چې دوی په دې باندې وي، او دوی لره دردناک عذاب دی دهغه کفر دوجې نه چې دوی پکې دي، او دوجې ددروغ ګڼلو دهغه ایتونو لره. مخ ۱۵ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

إِنَّمَا يَفْتَرِى ٱلْكَذِبَ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ ۖ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْكَـٰذِبُونَ ﴿١٠٥﴾

محمد صلی الله علیه وسلم دروغجن نه دی په هغه څه کې چې هغه پرې دخپل رب دطرفه راتګ کړی، یقینا دروغ خو هغه څوک جوړوي چې دالله تعالی ایتونه ریښتیا نه ګڼي؛ ځکه چې دوی دعذاب څخه نه ویریږي، او نه دثواب امید لري، او همدغه کسان چې کافران دي هم دوی دروغجنان دي؛ ځکه چې دروغ ددوی هغه عادت دی چې دوی پرې عادت شوي دي

مَن كَفَرَ بِٱللَّهِ مِنۢ بَعْدِ إِيمَـٰنِهِۦٓ إِلَّا مَنْ أُكْرِهَ وَقَلْبُهُۥ مُطْمَئِنٌّۢ بِٱلْإِيمَـٰنِ وَلَـٰكِن مَّن شَرَحَ بِٱلْكُفْرِ صَدْرًۭا فَعَلَيْهِمْ غَضَبٌۭ مِّنَ ٱللَّهِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌۭ ﴿١٠٦﴾

چاچې کفر وکړو په الله تعالی باندې وروسته دایمان نه مګر هغه څوک چې زور پرې وکړی شي په کفر باندې نو په ژبه دکفر کلمه ووایي او زړه ئې په ایمان باندې کلک وي او دهغه په حقیقت باندې یقین لري، لیکن چاچې سینه کولاو کړه کفر ته نو په ایمان باندې یې غوره کړ او په خپله رضا سره يې دکفر کلمه وویله نو دا کس داسلام نه اوختونکی دی او په دوی باندې دالله تعالی غضب دی او دوی لره دردناک عذاب دی

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمُ ٱسْتَحَبُّوا۟ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا عَلَى ٱلْـَٔاخِرَةِ وَأَنَّ ٱللَّهَ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿١٠٧﴾

دا داسلام نه اوختل په دې وجه دي چې دوی غوره کړې هغه بدله چې دوی ئې حاصلوي ددنیا دسازوسامان څخه ددوی په اخرت باندې دکفر دوجې نه، او یقینا الله تعالی کافرانو ته دایمان راوړلو توفیق نه ورکوي، بلکې بې لا رې کوي ئې

أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ طَبَعَ ٱللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ وَسَمْعِهِمْ وَأَبْصَـٰرِهِمْ ۖ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْغَـٰفِلُونَ ﴿١٠٨﴾

دغه کسان چې ددین نه په اوختلو سره موصوف دي دا هغه کسان دي چې الله تعالی ددوی په زړونو باندې مهر لګولی نو په نصیحت نه پوهیږي، او ددوی په غوږونو یې مهر وهلی نو دفایدې اخیستلو اوریدل پرې نشي کولی، او ددوی په سترګو پردې دی نو هغه نښي پرې نه ویني چې په ایمان دلالت کوي، او هم دوی بې پروا دي دنیکبختۍ او بدبختۍ دسببونو نه، او دهغه عذاب نه چې دوی لره الله تعالی تیار کړی

لَا جَرَمَ أَنَّهُمْ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ هُمُ ٱلْخَـٰسِرُونَ ﴿١٠٩﴾

خامخا دوی به دقیامت په ورځ هم دوی تاوانیان وي هغوی چې خپل ځانونه ئې په تاوان کې اچولي په سبب دکفر ددوی وروسته دایمان ددوی نه هغه ایمان چې که دوی پرې کلک پاتی شوی وی نو جنت ته به ننوتلی وو

ثُمَّ إِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِينَ هَاجَرُوا۟ مِنۢ بَعْدِ مَا فُتِنُوا۟ ثُمَّ جَـٰهَدُوا۟ وَصَبَرُوٓا۟ إِنَّ رَبَّكَ مِنۢ بَعْدِهَا لَغَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿١١٠﴾

بیا وروسته له دې نه ستا رب -ای پیغمبره- خامخا بخنه کوونکی او مهربانی دی په کمزورو ګڼل شویو مومنانو هغوی چې دمکې مکرمې نه یې مدینې منورې ته هجرت کړی وکله چې دوی ته مشرکینو عذاب ورکړی واو دوی یې په خپل دین کې په امتحان کړی وو تر دې چې دوی دکفر کلمه وویله او حال دا چې زړونه یې په ایمان باندې کلک وو، بیا یې دالله تعالی په لا ر کې جهاد وکړ ددې لپاره چې دالله تعالی ددین کلمه اوچته شي، او دکافرانو کلمه ټيته شي، او په دې لا ر کې یې په تکلیفونو باندې صبر هم وکړ، یقینا ستا رب وروسته ددې فتنې څخه چې دوی پرې اخته شوی وو، او دهغه عذاب څخه چې دوی ته پرې عذاب ورکړل شوی وو تر دې چې دکفر کلمه یې وویله؛ خامخا بخنه کوونکی دی دوی ته، مهربانه دی په دوی باندې، ځکه چې دوی دکفر کلمه نه وه ویلې مګر دزور دوجې نه

۞ يَوْمَ تَأْتِى كُلُّ نَفْسٍۢ تُجَـٰدِلُ عَن نَّفْسِهَا وَتُوَفَّىٰ كُلُّ نَفْسٍۢ مَّا عَمِلَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿١١١﴾

او یاده کړه -ای پیغمبره- هغه ورځ چې را به شي هر یو انسان دخپل ځان باره کې به جګړه کوي، نه دبل چا لپاره دحالاتو دسختوالي او غټوالي دوجې نه، او پوره پوره به ورکړی شي هر یو نفس ته بدله دهغه کار چې دې کړي وي دخیر او شر نه، او په دوی به ظلم نشي کیدلی په کموالی دنیکیو ددوی نه، او نه په زیاتوالي د بدیو په دوی باندې. مخ ۱۶ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلًۭا قَرْيَةًۭ كَانَتْ ءَامِنَةًۭ مُّطْمَئِنَّةًۭ يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًۭا مِّن كُلِّ مَكَانٍۢ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ ٱللَّهِ فَأَذَٰقَهَا ٱللَّهُ لِبَاسَ ٱلْجُوعِ وَٱلْخَوْفِ بِمَا كَانُوا۟ يَصْنَعُونَ ﴿١١٢﴾

او بیان کړی الله تعالی مثال دیو کلي والاو -چې هغه مکه وه- چې هغوی په امن کې وو نه ویریدل، په اطمینان کې وو حال دا چې دهغوی نه ګیرچاپیره به خلک تختول کیدل، راته به دې کلي ته رزق په ارامه او اسانۍ سره دهر ځای نه، نو دوی ناشکري وکړه دالله تعالی په نعمتونو او شکر یې ادا نه کړ، نو الله تعالی دوی ته د دې په بدل کې ولږه او سخته ویره ورکړه چې ددوی په بدنونو ویره او خواروالی او بېکاري ښکاره شوه، تر دې چې دا ولږه او ویره ددوی دتن جامې شوې په سبب د هغه کفر او دروغ ګڼلو چې دوی همیشه کول

وَلَقَدْ جَآءَهُمْ رَسُولٌۭ مِّنْهُمْ فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَهُمُ ٱلْعَذَابُ وَهُمْ ظَـٰلِمُونَ ﴿١١٣﴾

او یقینا راغلی وو دمکې والاو ته پیغمبر ددوی نه چې دوی پیژانده په امانت او ریښتنولۍ، او هغه محمد صلی الله علیه وسلم وو، نو دوی هغه دروغجن وګاڼه په هغې وحي کې چې دې باندې خپل رب نازله کړې وه، نو په دوی باندې دالله تعالی تعالی عذاب راغي په ولږې او ویرې سره، او دوی ظلم کوونکي وو په خپلو ځانونو باندې په وروستلو دهغوی سره ځایونو دهلاکت ته کله چې دوی په الله تعالی باندې شرک وکړ، او دالله تعالی پیغمبر ته يې ددروغو نسبت وکړ

فَكُلُوا۟ مِمَّا رَزَقَكُمُ ٱللَّهُ حَلَـٰلًۭا طَيِّبًۭا وَٱشْكُرُوا۟ نِعْمَتَ ٱللَّهِ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ ﴿١١٤﴾

نو خورئ تاسې -ای بندګانو- دهغې روزۍ نه چې الله پاک تاسې ته درکړې هر هغه شي چې حلال وي او دهغه خوړل دپاکو شیانو دجنس څخه وي، او دالله تعالی شکر ادا کړئ په هغو نعمتونو چې په تاسې یې کړي داسې چې اقرار په دې نعمتونو خاص الله تعالی ته وکړئ او دهغه په خوشحالۍ کې یې ولګوئ، که چیرته تاسې یواځې دهغه بندګي کوئ او دهغه سره څوک نه شریکوئ

إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ ٱلْمَيْتَةَ وَٱلدَّمَ وَلَحْمَ ٱلْخِنزِيرِ وَمَآ أُهِلَّ لِغَيْرِ ٱللَّهِ بِهِۦ ۖ فَمَنِ ٱضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍۢ وَلَا عَادٍۢ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿١١٥﴾

ر حيم الله تعالی حرام کړي په تاسې باندې دخوراکي شیانو څخه هغه چې مړ شوی وي پغیر دذبحه کولو نه کوم حیوانات چې ذبحه کیږي، او وینه بهیدونکې، او دخنزیر ټول غړي، او هغه چې یو کس ذبحه کړی وی غیر الله ته دنزدیکت لپاره، او دا حراموالی په تحقیق سره داختیار په حالت کې دی، نو که چالره مجبور کړ ضرورت خوراک ددې شیانو ته، نو خوراک ئې ترې وکړ داسې چې دې حرامو ته رغبت کوونکی نه ود دې دحرمت دوجې نه، او نه تیرېدونکی ود ضرورت داندازې نه؛ نو پدې باندې څه ګناه نشته، یقینا الله تعالی بخښنه کوونکی دی، بخې دې ته هغه حرام چې دې خوړلي وي، مهربانه دی په دې باندې کله چې ئې دې لره د ضرورت په وخت کې دا شیان حلال کړي

وَلَا تَقُولُوا۟ لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ ٱلْكَذِبَ هَـٰذَا حَلَـٰلٌۭ وَهَـٰذَا حَرَامٌۭ لِّتَفْتَرُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ ۚ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ لَا يُفْلِحُونَ ﴿١١٦﴾

او تاسې مه وایئ -ای مشرکینو- دهغې وجې نه چې بیانوي یې ژبې ستاسې ددروغو نه په الله تعالی باندې: چې دا شی حلال دی، او دا شي حرام دی؛ په دې هدف چې تاسې جوړوئ په الله تعالی باندې دروغ په حراموالي دهغه څه چې هغه نه وي حرام کړي، او یا په حلالوالي دهغه څه چې هغه نه وي حلال کړي، یقینا هغه کسان چې جوړوي په الله تعالی باندې دروغ هیڅکله نشي کامیابیدلی په خپل مقصد باندې، او نشي بچ کیدلی دهغه څه نه چې دوی ترې ویریږي. متع قليل ولهم عذاب أليم

مَتَـٰعٌۭ قَلِيلٌۭ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ ﴿١١٧﴾

دوی لره لږه شان معمولي فایده ده په سبب دتابعدارئ ددوی خواهشاتو لره په دنیا کې، او دوی لره دقیامت په ورځ دردناک عذاب دی. مخ ۱۷ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَعَلَى ٱلَّذِينَ هَادُوا۟ حَرَّمْنَا مَا قَصَصْنَا عَلَيْكَ مِن قَبْلُ ۖ وَمَا ظَلَمْنَـٰهُمْ وَلَـٰكِن كَانُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿١١٨﴾

او په ځانګړې توګه په یهودیانو باندې مونږ حرام کړي هغه څه چې مونږ بیان کړي په تا باندې (لکه دسورت انعام په ۱۴۶ نمبر ایت کې)، او مونږ په دوی باندې په دې حراموالي سره ظلم نه دی کړی، بلکې دوی وو چې ظلم یې کاوه په خپلو ځانونو کله چې دوی دسزا او دعذاب کارونه کول، نو مونږ دوی لره ددوی دسرکشۍ په وجه بدله ورکړه، نو دسزا په ډول مو په دوی باندې دا شیان حرام کړل

ثُمَّ إِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِينَ عَمِلُوا۟ ٱلسُّوٓءَ بِجَهَـٰلَةٍۢ ثُمَّ تَابُوا۟ مِنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ وَأَصْلَحُوٓا۟ إِنَّ رَبَّكَ مِنۢ بَعْدِهَا لَغَفُورٌۭ رَّحِيمٌ ﴿١١٩﴾

بیا یقینا ستا رب -ای پېغمبره- هغو کسانو لره چې بدۍ کوي او له انجام څخه یې ناخبره وي او اګر که هغوی یې قصدا کوي، بیا توبه وباسي الله تعالی ته وروسته د بدیو دکولو نه، او برابر کړي خپل دفساد والا عملونه، یقینا ستا رب وروسته دتوبې نه خامخا بخنه کوونکی ددوی دګناهونو دی، په دوی باندې مهربانه دی

إِنَّ إِبْرَٰهِيمَ كَانَ أُمَّةًۭ قَانِتًۭا لِّلَّهِ حَنِيفًۭا وَلَمْ يَكُ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ ﴿١٢٠﴾

یقینا ابراهیم -علیه السلام- داسې یو شخص وو چې ټول دخیر صفتونه پکې راجمع شوي وو، همیشه دخپل رب تابعداري کوونکی و، مایله ود ټولو دینونو نه یواځې اسلام دین ته، او هیڅکله دمشرکینو له ډلې څخه نه و

شَاكِرًۭا لِّأَنْعُمِهِ ۚ ٱجْتَبَىٰهُ وَهَدَىٰهُ إِلَىٰ صِرَٰطٍۢ مُّسْتَقِيمٍۢ ﴿١٢١﴾

او هغه شکر کوونکی ود الله تعالی دهغو نعمتونو چې په هغه یې کړي وو، الله تعالی پیغمبرۍ لره غوره کړی و، او داسلام برابرې لا رې ته یې رسولی و

وَءَاتَيْنَـٰهُ فِى ٱلدُّنْيَا حَسَنَةًۭ ۖ وَإِنَّهُۥ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ لَمِنَ ٱلصَّـٰلِحِينَ ﴿١٢٢﴾

او ورکړې وه مونږ هغه لره په دنیا کې پیغمبري او ښایسته ستاینه او نیک بچي، او یقینا دې به په اخرت کې خامخا دکامیابانو څخه وي هغوی چې الله تعالی ورته په جنت کې لوړې درجې تیارې کړي دي

ثُمَّ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ أَنِ ٱتَّبِعْ مِلَّةَ إِبْرَٰهِيمَ حَنِيفًۭا ۖ وَمَا كَانَ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ ﴿١٢٣﴾

بیا مونږ تا ته وحي وکړه -ای پیغمبره- چې تابعداري وکړه ددین دابراهیم -علیه السلام- په توحید کې او په بې زارۍ کې دمشرکینو نه او په دعوت کې الله تعالی ته او په عمل کولو کې دهغه په شریعت باندې، داسې چې مایل وو دټولو دینونو نه داسلام دین ته، او هیڅکله دمشرکینو له ډلې څخه نه ولکه څرنګه چې مشرکین ګمان کوي، بلکې یواځې الله تعالی لره بندګي کوونکی و

إِنَّمَا جُعِلَ ٱلسَّبْتُ عَلَى ٱلَّذِينَ ٱخْتَلَفُوا۟ فِيهِ ۚ وَإِنَّ رَبَّكَ لَيَحْكُمُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ فِيمَا كَانُوا۟ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿١٢٤﴾

یقینا کیښودل شوی وو تعظیم دخالي (شنبي) دورځي په فرضي ډول سره په هغو یهودیانو چې په دې کې یې اختلاف کړی و؛ ددې لپاره چې دوی په دې کې د خپلو کارونو څخه بندګۍ ته وزګار شي وروسته له دې چې دوی بې لا رې شوي ود جمعې دورځې نه هغه چې دوی ته پکې دوزګارتیا امر شوی و، او یقینا ستا رب -ای پیغمبره- خامخا فیصله به کوي ددې اختلاف کوونکو په منځ کې دقیامت په ورځ په هغه څه کې چې دوی پکې اختلاف کاوه، نو بدله به ورکړي هر چا ته د هغه مناسب

ٱدْعُ إِلَىٰ سَبِيلِ رَبِّكَ بِٱلْحِكْمَةِ وَٱلْمَوْعِظَةِ ٱلْحَسَنَةِ ۖ وَجَـٰدِلْهُم بِٱلَّتِى هِىَ أَحْسَنُ ۚ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِۦ ۖ وَهُوَ أَعْلَمُ بِٱلْمُهْتَدِينَ ﴿١٢٥﴾

دعوت کوه -ای پیغمبره- داسلام دین ته ته او هغه څوک چې ستا تابعداري یې کړې دمومنانو څخه مناسب ددعوت کوونکې دحال سره او دهغه دپوهې او غاړې کیښودلو سره او په وعظ سره چې زیری او ویره پکې وي، او جواب ورکړه دوی ته په هغې طریقې چې هغه ډیره غوره وي په اعتبار دوینا او فکر او طریقې سره، نو مخ ۱۸ له ۱۹ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر نشته په تا باندې هدایت دخلکو، بلکې په تا باندې رسول ددین دی، یقینا ستا رب هغه ډیر پوهه دی په هغه چا چې هغه بې لا رې شوی وي داسلام ددین نه، او هغه ډیر پوهه دی په هدایت موندونکو، نو ته خپل ځان مه مړ کوه په دوی باندې دغم او خفګان له وجې نه

وَإِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوا۟ بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُم بِهِۦ ۖ وَلَئِن صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَيْرٌۭ لِّلصَّـٰبِرِينَ ﴿١٢٦﴾

او که چیرته تاسې اراده لرئ دبدلې اخیستلو دخپل دښمن نه نو سزا ورکړئ هغوی ته دهغه کار په شان چې ستاسې سره یې کړی وي پرته له زیاتي کولو نه، او که چیرته تاسې صبر وکړئ دهغوی دسزا ورکولو نه سره دقدرت لرلو په دې سزا ورکولو سره نو یقینا دا کار ډیر غوره دی صبر کوونکو ته ستاسې نه دانتقام اخیستلو نه د هغوی په سزا ورکولو سره

وَٱصْبِرْ وَمَا صَبْرُكَ إِلَّا بِٱللَّهِ ۚ وَلَا تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَلَا تَكُ فِى ضَيْقٍۢ مِّمَّا يَمْكُرُونَ ﴿١٢٧﴾

او صبر کوه -ای پیغمبره- په هغو تکلیفونو چې تا ته دررسیږي ددوی له طرفه، او نه دی توفیق دصبر کولو ستا مګر دالله تعالی په توفیق سره دی تا ته، او ته مه غمجن کیږه دکافرانو دمخ اړولو دوجې نه ستا څخه، او تنګه دې نشي سینه ستا دهغو چلونو او دوکو دوجې نه چې دوی یې کوي

إِنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوا۟ وَّٱلَّذِينَ هُم مُّحْسِنُونَ ﴿١٢٨﴾

یقینا الله تعالی دهغو کسانو سره دی چې دهغه نه ویریږي په پریښودلو دګناهونو سره، او هغه کسان چې احسان کوونکي دي په کولو دنیکیو سره، او په عملي کولو دهغه څه سره چې امر ورته پرې شوی، نو الله تعالی خاص دهغوی سره دی په مرسته کولو او تایید کولو سره. مخ ۱۹ له ۱۹ moc.hgelp

زده کړه · النحل — An-Nahl

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې