الٓر ۚ تِلْكَ ءَايَـٰتُ ٱلْكِتَـٰبِ وَقُرْءَانٍۢ مُّبِينٍۢ ﴿١﴾
(الر) ددې په شان حروفو باندې خبرې دسورت بقرې په اول کې تیرې شوي. دا دلوي شان ایتونه دلالت کوونکي دي په دې خبره چې دا دالله تعالی له لورې نازل شوي دي، دا دقرآن کریم ایتونه دي چې بیانوونکي دي دالله تعالی یووالي او دهغه شریعت لره
رُّبَمَا يَوَدُّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَوْ كَانُوا۟ مُسْلِمِينَ ﴿٢﴾
خامخا به کافران هېله کوي دقیامت په ورځ چې کاشکې دوی مسلمانان وی کله چې دوی ته خبره ښکاره شي، او ښکاره شي دوی ته بطلان دهغه کفر چې دوی په کې وو په دنیا کې
ذَرْهُمْ يَأْكُلُوا۟ وَيَتَمَتَّعُوا۟ وَيُلْهِهِمُ ٱلْأَمَلُ ۖ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ ﴿٣﴾
پریږده -ای پیغمبره- دا دروغجنان خلک چې خوراک وکړي لکه څرنګه چې چارپایان خوراک کوي، او مزې واخلي په خوندونو ددې ختمیدونکی دنیا، او مشغول کړي دوی لره اوږدو امیدونو دایمان راوړلو او نیکو کارونو کولو، نو زر دی چې دوی به پوهه شي چې دوی په کوم تاوان کې دي کله چې دوی الله تعالی ته پیش کړی شي دقیامت په ورځ
وَمَآ أَهْلَكْنَا مِن قَرْيَةٍ إِلَّا وَلَهَا كِتَابٌۭ مَّعْلُومٌۭ ﴿٤﴾
او مونږ نه دی رالیږلی هلاکت په هیڅ یو کلي باندې دظالمانو دکلیو نه مګر دهغوی لپاره مقرره نیټه وه دالله تعالی په علم کې، چې دهغې څخه نه مخکې کیدلی شو او نه وروسته کیدلی. م اتسبق من أم ة أجلها وما يستٔخرون
مَّا تَسْبِقُ مِنْ أُمَّةٍ أَجَلَهَا وَمَا يَسْتَـْٔخِرُونَ ﴿٥﴾
نه راځي هیڅ یو امت ته دامتونو نه هلاکت دهغوی مخکې دهغوی دنیټې دراتللو نه، او نه دهغوی نه هلاکت وروستو کیدلی شي کله چې دهغوی دهلاکت نیټه راشي، نو ظالمان باید دوی ته دالله تعالی په مهلت ورکولو دوکه نشي
وَقَالُوا۟ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِى نُزِّلَ عَلَيْهِ ٱلذِّكْرُ إِنَّكَ لَمَجْنُونٌۭ ﴿٦﴾
او دمکې له کافرانو نه به پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته وییل: ای هغه سړیه چې نازل کړی شوی په هغه باندې قرآن -لکه څرنګه چې دا دعوه کوي- بیشکه ته ستا په دې دعوې کولو سره خامخا لیونی ئې او دلیونو په شان کارونه کوې
لَّوْ مَا تَأْتِينَا بِٱلْمَلَـٰٓئِكَةِ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّـٰدِقِينَ ﴿٧﴾
که ته له رېښتينو يې، نو ولې له پرېښتو سره موږ ته رانغلې چې ګواهي ورکړي چې ته را لېږل شوی نبي يې او پر موږ عذاب راتلونکی دی؟
مَا نُنَزِّلُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةَ إِلَّا بِٱلْحَقِّ وَمَا كَانُوٓا۟ إِذًۭا مُّنظَرِينَ ﴿٨﴾
الله تعالی دوی ته په جواب کې وویل کله چې دوی دملایکو دراتللو غوښتنه کړی وه: مونږ نه رالیږو ملایکې مګر دحکمت دتقاضا په اساس کله چې په عذاب سره ستاسو دهلاکولو وخت راشي، -او کله چې مونږ ملایکې راولیږو او دوی ایمان رانه وړي- نو دوی ته به په دغه وخت کې مهلت ورنه کول شي، بلکې دوی ته به په تلوار سره عذاب راشي. مخ ۱ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا ٱلذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُۥ لَحَـٰفِظُونَ ﴿٩﴾
بیشکه مونږ هغو څوک یو چې دا قرآن کریم مو دمحمد صلی الله علیه وسلم په زړه باندې رالیږلی لپاره دپند ورکولو خلکو ته، او بیشکه مونږ خامخا دقرآن کریم لپاره ساتونکي یو دزیاتي او کمي کولو نه او دتبدیل او تحریف نه
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ فِى شِيَعِ ٱلْأَوَّلِينَ ﴿١٠﴾
او بیشکه مونږ لیږلي ستا نه مخکې پیغمبران -ای پیغمبره- په ډلو دکافرانو پخوانیو کې نو هغوی دپیغمبرانو تکذیب وکړ، نو ته نه ئې ای پیغمبره نوی (نااشنا) دپیغمبرانو څخه چې ستا امت دې تا دروغجن وګڼي. وما يأتيهم من ر سول إ ل اكانوا به يستهزءون
وَمَا يَأْتِيهِم مِّن رَّسُولٍ إِلَّا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ ﴿١١﴾
او نه به راته پخوانیو ډلو دکافرانو ته هیڅ پیغمبر مګر هغوی به دروغجن ګڼلو او په هغه پسې به یې مسخرې کولې
كَذَٰلِكَ نَسْلُكُهُۥ فِى قُلُوبِ ٱلْمُجْرِمِينَ ﴿١٢﴾
او لکه څرنګه چې مونږ دا دروغجن ګڼل دپخوانیو امتونو په زړونو کې ننباسلي وهمدارنګه يې مونږ دمکې دمشرکینو په زړونو کې هم ننباسو، ددوی دمخ اړولو او ضد له وجې نه
لَا يُؤْمِنُونَ بِهِۦ ۖ وَقَدْ خَلَتْ سُنَّةُ ٱلْأَوَّلِينَ ﴿١٣﴾
دوی ایمان نه راوړي په دې قرآن کریم کوم چې رانازل شوی په محمد صلی الله علیه وسلم باندې، او بیشکه مخکې تیره شوې طریقه دالله تعالی په هلاکولو ددروغو نسبت کوونکو هغه دین ته چې دهغوی پیغمبرانو هغوی ته راوړی و، نو دا دروغجن ګڼوونکي دې عبرت واخلي
وَلَوْ فَتَحْنَا عَلَيْهِم بَابًۭا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ فَظَلُّوا۟ فِيهِ يَعْرُجُونَ ﴿١٤﴾
او دا دروغجن ګڼوونکي او ضد کوونکي اګر که دوی ته حق ښکاره هم شي په ښکاره دلیلونو سره، او که چیرته مونږ دوی ته داسمان نه دروازه پرانیزو او دوی په دې کې ټوله ورځ بره هم خیژي
لَقَالُوٓا۟ إِنَّمَا سُكِّرَتْ أَبْصَـٰرُنَا بَلْ نَحْنُ قَوْمٌۭ مَّسْحُورُونَ ﴿١٥﴾
نو دوی به دا ونه مني، او خامخا به ووائې: بیشکه بندې کړی شوي سترګي زمونږ دلیدلو نه، بلکې مونږ چې څه وینو دا دجادو په اثر وینو، نو بیشکه په مونږ جادو شوی
وَلَقَدْ جَعَلْنَا فِى ٱلسَّمَآءِ بُرُوجًۭا وَزَيَّنَّـٰهَا لِلنَّـٰظِرِينَ ﴿١٦﴾
او بیشکه مونږ جوړ کړي په اسمان کې غټ غټ ستوري چې خلک پرې لا ر معلومه وي په خپلو سفرونو کې په تیارو دوچې او دریاب کې، او مونږ ښایسته کړی دغه اسمان، چا چې ورته کتلي او لیدلی یې دی؛ ددې لپاره چې دالله تعالی په قدرت باندې پرې دلیل ونیسي. وحفظنها من كل شيطن رجيم
وَحَفِظْنَـٰهَا مِن كُلِّ شَيْطَـٰنٍۢ رَّجِيمٍ ﴿١٧﴾
او مونږ ساتلی اسمان دهر شیطان نه چې شړل شوی دالله تعالی له رحمت څخه. مخ ۲ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
إِلَّا مَنِ ٱسْتَرَقَ ٱلسَّمْعَ فَأَتْبَعَهُۥ شِهَابٌۭ مُّبِينٌۭ ﴿١٨﴾
مګر هغه شیطان چې غوږ کیږدي مجلس دنږدې ملاېکو ته په پټه سره نو په دې پسې غټه شغله داور ونخلي، نو وئې سوځوي
وَٱلْأَرْضَ مَدَدْنَـٰهَا وَأَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَٰسِىَ وَأَنۢبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ شَىْءٍۢ مَّوْزُونٍۢ ﴿١٩﴾
او ځمکه غځولې مونږ ددې لپاره چې خلک پرې ژوند وکړي، او مونږ پدې کې مضبوط غرونه جوړکړي ددې لپاره چې په خلکو باندې ونه خوځي، او رازرغون کړي مونږ په دې کې دهر قسم بوټو نه کوم چې لیکل شوي په اندازې سره دحکمت دتقاضا په اساس. وجعلنا لكم فيها معيش ومن لستم له برزقين
وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِيهَا مَعَـٰيِشَ وَمَن لَّسْتُمْ لَهُۥ بِرَٰزِقِينَ ﴿٢٠﴾
او مونږ پیداکړي تاسو لره -ای خلکو- په ځمکه کې ستاسو دزندګۍ اسباب دخوراک او څښاک څخه تر څو چې تاسو په ځمکه کې یاستئ، او همدارنګه ستاسو نه بغیر هغه چا له مو هم اسباب دزندګۍ پیداکړي چې تاسو ورته روزي نه ورکوئ دخلکو او حیواناتو څخه
وَإِن مِّن شَىْءٍ إِلَّا عِندَنَا خَزَآئِنُهُۥ وَمَا نُنَزِّلُهُۥٓ إِلَّا بِقَدَرٍۢ مَّعْلُومٍۢ ﴿٢١﴾
او نشته هیڅ یو شي چې خلک او چارپایان پرې فایده اخلي مګر مونږ دهغه په پیداکولو او خلکو ته په فایده ورکولو قدرت لرو، او نه پیداکوو مونږ هغه چې پیداکوو یې ددې نه مګر په معلومې اندازې سره زمونږ دحکمت او ارادې په اساس
وَأَرْسَلْنَا ٱلرِّيَـٰحَ لَوَٰقِحَ فَأَنزَلْنَا مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءًۭ فَأَسْقَيْنَـٰكُمُوهُ وَمَآ أَنتُمْ لَهُۥ بِخَـٰزِنِينَ ﴿٢٢﴾
او مونږ رالیږلي بادونه چې درنوي (بلاربوي) ورېځو لره، نو مونږ ددغو درنو (بلاربو) شو ورېځو څخه باران راوروو، نو څکوو مونږ تاسو ته دباران داوبو نه، او نه یاست تاسې -ای خلکو- جمع کوونکي دې اوبو لره په ځمکه کې چې چینې او کوهیان ترې جوړکړئ، او بیشکه الله تعالی هغه ذات دی چې په دې کې اوبه راجمع کوي
وَإِنَّا لَنَحْنُ نُحْىِۦ وَنُمِيتُ وَنَحْنُ ٱلْوَٰرِثُونَ ﴿٢٣﴾
او بیشکه مونږ راژوندې کوو مړو لره ددوی په پيدا کولو سره دهیڅ نه او په دوباره راژوندې کولو سره وروسته دمرګ نه، او مړه کوو ژوندویو لره کله چې ددوی نیټې پوره شي، او یوازې مونږ پاتي کیدونکي یو چې زمکه او هغه څه چې په دې باندې دي مونږ ته پاتې کیږي
وَلَقَدْ عَلِمْنَا ٱلْمُسْتَقْدِمِينَ مِنكُمْ وَلَقَدْ عَلِمْنَا ٱلْمُسْتَـْٔخِرِينَ ﴿٢٤﴾
او بیشکه مونږ پوه یو په هغه چا چې مخکې شوي ستاسو نه په ولادت او مرګ سره، او مونږ پوهیږو په هغه چا چې وروسته شوي په دې کې، په مونږ باندې ددې نه هیڅ شی پټ نشي پاتی کیدلی
وَإِنَّ رَبَّكَ هُوَ يَحْشُرُهُمْ ۚ إِنَّهُۥ حَكِيمٌ عَلِيمٌۭ ﴿٢٥﴾
او بیشکه رب ستا -ای پیغمبره- هغه به راجمع کوي دوی ټول دقیامت په ورځ؛ ددې لپاره چې نیکي کوونکي ته دهغه دنیکۍ بدله ورکړي، او بدي کوونکي لره د هغه دبدۍ بدله ورکړي، بیشکه هغه حکمت والا دی په خپل تدبیر کې، پوهه دی هیڅ شي پرې پټ نشي پاتي کیدلی
وَلَقَدْ خَلَقْنَا ٱلْإِنسَـٰنَ مِن صَلْصَـٰلٍۢ مِّنْ حَمَإٍۢ مَّسْنُونٍۢ ﴿٢٦﴾
او بیشکه مونږ پیداکړی ادم -علیه السلام- دوچې خټې نه که وټنګول شي اواز کوي، او دا خټه چې ادم -علیه السلام- ترې پیداشوی توره وه دډیر وخت تیریدو د وجې نه یې بوی بدل شوی وو. مخ ۳ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَٱلْجَآنَّ خَلَقْنَـٰهُ مِن قَبْلُ مِن نَّارِ ٱلسَّمُومِ ﴿٢٧﴾
او مونږ پیداکړی دی دپیریانو پلار مخکې دادم -علیه السلام- نه دګرم اور نه
وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَـٰٓئِكَةِ إِنِّى خَـٰلِقٌۢ بَشَرًۭا مِّن صَلْصَـٰلٍۢ مِّنْ حَمَإٍۢ مَّسْنُونٍۢ ﴿٢٨﴾
او یادکړه -ای پیغمبره- کله چې ستا رب ملاېکو او ابلیس -او دا ددملاېکو سره و- ته وویل: یقینا زه پیداکوم یو انسان دوچې خټې نه چې کله وټکول شي اواز کوي، توره خټه چې بوی ئې بدل شوی وي. فإذا سو يته ونفخت فيه من ر وحى فقعوا له سجدين
فَإِذَا سَوَّيْتُهُۥ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِى فَقَعُوا۟ لَهُۥ سَـٰجِدِينَ ﴿٢٩﴾
نو کله چې زه دهغه شکل جوړکړم، او پیدایښت یې پوره کړم نو تاسو هغه ته سجده وکړئ زما دحکم دمنلو دوجې نه او هغه ته دډالۍ دوجې نه
فَسَجَدَ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ ﴿٣٠﴾
پس ملاېکو خبره ومنله، نو سجده وکړله ټولو ادم -علیه السلام- ته لکه څرنګه چې دوی ته دهغوی رب امر کړی وو
إِلَّآ إِبْلِيسَ أَبَىٰٓ أَن يَكُونَ مَعَ ٱلسَّـٰجِدِينَ ﴿٣١﴾
لیکن ابلیس -هغه چې دملاېکو سره و، او دملاېکو دجنس څخه نه وو- انکار یې وکړ، ددې نه چې دملاېکو سره ادم -علیه السلام- ته سجده وکړي
قَالَ يَـٰٓإِبْلِيسُ مَا لَكَ أَلَّا تَكُونَ مَعَ ٱلسَّـٰجِدِينَ ﴿٣٢﴾
الله تعالی ابلیس ته وویل وروسته دانکار کولو دهغه ادم -علیه السلام- ته دسجدې کولو نه: څه شي ته مجبوره کړي او بند یې کړي ددې نه چې سجده وکړې دهغو ملاېکو سره چې هغوی زما دحکم دمنلو په خاطر سجده وکړه؟ قال لم أكن لأس جد لبشر خلقته من صلصل من حمإ م سنون
قَالَ لَمْ أَكُن لِّأَسْجُدَ لِبَشَرٍ خَلَقْتَهُۥ مِن صَلْصَـٰلٍۢ مِّنْ حَمَإٍۢ مَّسْنُونٍۢ ﴿٣٣﴾
وویل ابلیس په داسې حال کې چې لویي کوونکی و: نه ښایې ما لره چې زه دې سجده وکړم یو بنده ته چې تا جوړ کړی دخټې لمدې نه چې دا خټه توره وه او بوی ئې هم بدل شوی ود زوړ والی دوجې نه
قَالَ فَٱخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌۭ ﴿٣٤﴾
الله تعالی ابلیس ته وویل: ووځه ددې جنت څخه یقینا ته رټل شوی یې (شړل شوی یې دالله تعالی درحمت نه)
وَإِنَّ عَلَيْكَ ٱللَّعْنَةَ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلدِّينِ ﴿٣٥﴾
او بیشکه په تا باندې به لعنت او شړل زما درحمت څخه وي دقیامت دورځې پورې
قَالَ رَبِّ فَأَنظِرْنِىٓ إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ ﴿٣٦﴾
ابلیس وویل: ای زما ربه! ما ته مهلت راکړه او ما مه وژنه تر ورځې ددوباره راژوندې کیدلو دخلکو.د قبرونو نه. مخ ۴ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قَالَ فَإِنَّكَ مِنَ ٱلْمُنظَرِينَ ﴿٣٧﴾
الله تعالی ابلیس ته وویل: بیشکه ته دمهلت ورکړی شویو نه ئې هغوی چې دمرګ نیټه ئې وروسته کړی شوې
إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْوَقْتِ ٱلْمَعْلُومِ ﴿٣٨﴾
تر هغه وقت پورې چې ټول خلک به پکې داولې شپیلۍ په وخت مړه کیږي
قَالَ رَبِّ بِمَآ أَغْوَيْتَنِى لَأُزَيِّنَنَّ لَهُمْ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿٣٩﴾
ابلیس وویل: ای زما ربه! پدې وجه چې تا زه ګمراه کړی یم خامخا زه به دوی ته په ځمکه کې ګناهونه ښایسته کوم، او خامخا ټول به دسمې لا رې نه ګمراه کوم
إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ ٱلْمُخْلَصِينَ ﴿٤٠﴾
مګر هغوی چې تا خاص کړي دخپلو بندګانو نه ستا دبندګۍ لپاره. قال هذا صرط على مستقيم
قَالَ هَـٰذَا صِرَٰطٌ عَلَىَّ مُسْتَقِيمٌ ﴿٤١﴾
الله تعالی وفرمایل: دا برابره لا ره ده رارسیدونکی ده ما ته
إِنَّ عِبَادِى لَيْسَ لَكَ عَلَيْهِمْ سُلْطَـٰنٌ إِلَّا مَنِ ٱتَّبَعَكَ مِنَ ٱلْغَاوِينَ ﴿٤٢﴾
بیشکه زما خاص بندګان چې دي نشته تا لره څه وسع او نه تسلط ددوی په بې لا رې کولو کې مګر هغوی چې ستا تابعداري وکړي دګمراهانو نه. وإ ن جهن م لموعدهم أ جمعين
وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿٤٣﴾
او بیشکه جهنم ځای دوعدې دی دابلیس او دټولو هغو چا چې ددې تابعداري یې کړي دګمراهانو نه. لها سبعةأبوب لكل باب منهم جزء مقسوم
لَهَا سَبْعَةُ أَبْوَٰبٍۢ لِّكُلِّ بَابٍۢ مِّنْهُمْ جُزْءٌۭ مَّقْسُومٌ ﴿٤٤﴾
دجهنم لپاره اووه دروازې دي چې په دې باندې به ورننوځي، دهرې یوې دروازې لپاره ددې دروازو نه دابلیس تابعداران دي په معلومه اندازه چې په دې دروازه به ننوځي
إِنَّ ٱلْمُتَّقِينَ فِى جَنَّـٰتٍۢ وَعُيُونٍ ﴿٤٥﴾
بیشکه هغه کسان چې ویریږي دخپل رب نه په عملي کولو دحکمونو دهغه او په ځان ساتلو سره دهغه دمنهیاتو نه په جنتونو او چینو کې به وي
ٱدْخُلُوهَا بِسَلَـٰمٍ ءَامِنِينَ ﴿٤٦﴾
دوی ته به دجنتونو دننوتلو په وخت کې ویلی شي: ننوځئ په سلامتیا سره دهر قسم افتونو نه، او په امن کې دهر قسم ویرې نه. مخ ۵ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ونزعنا ما فى صدورهم من غل إخونا عل سرر م تقبلين
وَنَزَعْنَا مَا فِى صُدُورِهِم مِّنْ غِلٍّ إِخْوَٰنًا عَلَىٰ سُرُرٍۢ مُّتَقَـٰبِلِينَ ﴿٤٧﴾
او لری کړل مونږ هغه چې ددوی په زړونو کې وو دکینې او دښمنۍ نه، وروڼه وروڼه مینه کوونکی چې ناست به وي تختونو باندې یو بل ته به ګوري. لا يمسهم فيها نصب وما هم منها بمخرجين
لَا يَمَسُّهُمْ فِيهَا نَصَبٌۭ وَمَا هُم مِّنْهَا بِمُخْرَجِينَ ﴿٤٨﴾
نه به رسیږي دوی ته په دې کې څه ستړی والی، او نه به وي دوی ددې نه ویستونکي، بلکې په دې کې به همیشه وي
۞ نَبِّئْ عِبَادِىٓ أَنِّىٓ أَنَا ٱلْغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ ﴿٤٩﴾
خبر ورکړه -ای پیغمبره- زما بندګانو ته چې بیشکه زه چې یم نو خاص زه بخښنه کوونکی یم هغه چا ته چې توبه وباسي ددوی نه، رحم کوونکی یم په هغه باندې
وَأَنَّ عَذَابِى هُوَ ٱلْعَذَابُ ٱلْأَلِيمُ ﴿٥٠﴾
او خبر ورکړه دوی ته چې بیشکه عذاب زما چې دي دردناک دی، نو ما ته دې رجوع وکړي ددې لپاره چې زما بخښنه حاصله کړي، او زما دعذاب څخه په امان کې شي. ونبئهم عن ضيف إ برهيم
وَنَبِّئْهُمْ عَن ضَيْفِ إِبْرَٰهِيمَ ﴿٥١﴾
او خبر ورکړه دوی ته په باره دمیلمنو دابراهیم -علیه السلام- دملاېکو نه هغوی چې دبچې زیری يې ورته راوړی و، او دلوط -علیه السلام- دقوم دهلاکت خبر یې راوړی و. إ ذ دخلوا عليه فقالوا سلما قال إنا منكم وجلون
إِذْ دَخَلُوا۟ عَلَيْهِ فَقَالُوا۟ سَلَـٰمًۭا قَالَ إِنَّا مِنكُمْ وَجِلُونَ ﴿٥٢﴾
کله چې هغوی راننوتل په هغه باندې، نو ویې ویل: سلام اچوو مونږ په تا، نو ابراهیم -علیه السلام- هغوی ته دهغوی دسلام نه په ښه طریقه سره جواب ورکړ، او هغوی ته یې وریت (سور) کړی سخی وړاندې کړ چې ویې خوري، نو یقینا هغه ګومان وکړ ګویا کې دوی انسانان دي، نو هر کله چې هغوی ددې نه خوراک ونه کړ، هغه ورته وویل: یقینا مونږ ستاسو څخه ویریدونکي یو. قالوا لا توجل إنا نبشرك بغلم عليم
قَالُوا۟ لَا تَوْجَلْ إِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلَـٰمٍ عَلِيمٍۢ ﴿٥٣﴾
نو وویل ملاېکو: ته مه ویریږه، بیشکه مونږ تا ته یو داسې خبر درکوو چې تا خوشحاله کړي، هغه دا چې ستا لپاره به زر دی چې یو نر پوهه هلک وي
قَالَ أَبَشَّرْتُمُونِى عَلَىٰٓ أَن مَّسَّنِىَ ٱلْكِبَرُ فَبِمَ تُبَشِّرُونَ ﴿٥٤﴾
ابراهیم -علیه السلام- هغوی ته وویل- په داسې حال کې چې تعجب کوونکی ود هغوی دزیري ورکولو نه دې ته په هلک سره-: آیا تاسو ما ته زیری راکوئ په هلک سره، سره لدې چې ما ته بوډاوالی رارسیدلی، نو په کومه طریقه تاسو ما ته زیری راکوئ
قَالُوا۟ بَشَّرْنَـٰكَ بِٱلْحَقِّ فَلَا تَكُن مِّنَ ٱلْقَـٰنِطِينَ ﴿٥٥﴾
ملاېکو ابراهیم -علیه السلام- ته وویل: بیشکه مونږ زیری درکړی تاته په رښتیا خبرې سره چې هیڅ شک پکې نشته، نو ته مه کیږه دناامیدې کوونکو نه په هغه څه کې چې مونږ پرې تاته زیری درکړی. مخ ۶ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قَالَ وَمَن يَقْنَطُ مِن رَّحْمَةِ رَبِّهِۦٓ إِلَّا ٱلضَّآلُّونَ ﴿٥٦﴾
ابراهیم -علیه السلام- وویل: چې نه نا امیده کیږي درحمت درب خپل نه مګر هغه څوک چې کاږه شوي وي دالله تعالی دسمې لا رې نه
قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ أَيُّهَا ٱلْمُرْسَلُونَ ﴿٥٧﴾
ابراهیم -علیه السلام- وویل: نو څه دی لوی کار ستاسو چې تاسو پرې راغلي یاست ای دالله تعالی له طرفه رالیږل شویو ملاېکو؟
قَالُوٓا۟ إِنَّآ أُرْسِلْنَآ إِلَىٰ قَوْمٍۢ مُّجْرِمِينَ ﴿٥٨﴾
وویل هغو رالیږل شویو ملاېکو: مونږ الله تعالی رالیږلي یو لپاره دهلاکولو دقوم ډیر فسادې، لوی شر والا، او هغوی دلوط -علیه السلام- قوم دی
إِلَّآ ءَالَ لُوطٍ إِنَّا لَمُنَجُّوهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿٥٩﴾
مګر کورنۍ دلوط -علیه السلام- او دهغه ملګري دمومنانو نه، نو دوی ته دا عذاب ندی شامل، بیشکه مونږ بچ کوونکي یو دوی ټولو لره دعذاب نه
إِلَّا ٱمْرَأَتَهُۥ قَدَّرْنَآ ۙ إِنَّهَا لَمِنَ ٱلْغَـٰبِرِينَ ﴿٦٠﴾
مګر ښځه دهغه، نو یقینا مونږ دا فیصله وکړه چې دا به دباقي پاتي کیدونکو نه یې هغوی چې عذاب ورته رسیږي
فَلَمَّا جَآءَ ءَالَ لُوطٍ ٱلْمُرْسَلُونَ ﴿٦١﴾
نو هر کله چې رالیږل شوې ملاېکې دلوط -علیه السلام- کورنۍ ته دسړو په شکل راغلې. قال إ نكم قوم م نكرون
قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌۭ مُّنكَرُونَ ﴿٦٢﴾
لوط -علیه السلام- دوی ته وویل: تاسو نااشنا ګڼوونکی قوم یاست. قالوا بل جئنك بما كانوا فيه يمترون
قَالُوا۟ بَلْ جِئْنَـٰكَ بِمَا كَانُوا۟ فِيهِ يَمْتَرُونَ ﴿٦٣﴾
وویل ملاېکو رالیږل شویو لوط -علیه السلام- ته: مه ویریږه، بلکې مونږ راتګ کړی تاته -ای لوط- په هغه هلاکوونکي عذاب چې ستا قوم پکې شک کاوه
وَأَتَيْنَـٰكَ بِٱلْحَقِّ وَإِنَّا لَصَـٰدِقُونَ ﴿٦٤﴾
او مونږ راتګ کړی تاته په هغه حق سره چې هیڅ ټوکې پکې نشته، او یقینا مونږ خامخا ریښتوني یو په هغه څه کې چې تا ته مو پرې خبر درکړی
فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍۢ مِّنَ ٱلَّيْلِ وَٱتَّبِعْ أَدْبَـٰرَهُمْ وَلَا يَلْتَفِتْ مِنكُمْ أَحَدٌۭ وَٱمْضُوا۟ حَيْثُ تُؤْمَرُونَ ﴿٦٥﴾
نو بوځه ته کورنۍ ستا وروسته دتیریدو دڅه برخې دشپې نه، او ته ورپسې وروسته روان شه، او ندې ګوري هیڅ یو ستاسې نه شاته چې په هغوی راتلونکی عذاب وویني، او لاړشئ کوم ځای ته چې تاسو ته الله تعالی دتللو امر کړی. مخ ۷ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَقَضَيْنَآ إِلَيْهِ ذَٰلِكَ ٱلْأَمْرَ أَنَّ دَابِرَ هَـٰٓؤُلَآءِ مَقْطُوعٌۭ مُّصْبِحِينَ ﴿٦٦﴾
او مونږ دوحې له لا رې لوط -علیه السلام- ته هغه فیصله وښوده چې مونږ مقرر کړې وه، او هغه دا وه چې یقینا دا قوم چې دی خامخا بیخ به ویستل کیږي ددوی په هلاکولو داخري کس ددوی کله چې په سبا وخت کې داخل شي
وَجَآءَ أَهْلُ ٱلْمَدِينَةِ يَسْتَبْشِرُونَ ﴿٦٧﴾
او راغلل دسدوم کلي والا چې یو بل ته ئې زیري ورکاوه دلوط -علیه السلام- په میلمنو باندې؛ دبدکارۍ (لواطت) کولو په تمه
قَالَ إِنَّ هَـٰٓؤُلَآءِ ضَيْفِى فَلَا تَفْضَحُونِ ﴿٦٨﴾
لوط -علیه السلام- دوی ته وویل: بیشکه دا قوم زما میلمانه دي، نو تاسو ما مه شرموئ ستاسو په دې ارادې سره په دوی باندې
وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَلَا تُخْزُونِ ﴿٦٩﴾
او دالله تعالی څخه وویریږئ په پریښودلو ددې فاحشئ (بدکارئ) سره، او ستاسو په دې بد کار کولو سره ما مه سپکوئ
قَالُوٓا۟ أَوَلَمْ نَنْهَكَ عَنِ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٧٠﴾
(لوط -علیه السلام-) ته خپل قوم وویل: ایا ته مونږ نه ئې منع کړی دخلکو دمیلمه کولو څخه؟
قَالَ هَـٰٓؤُلَآءِ بَنَاتِىٓ إِن كُنتُمْ فَـٰعِلِينَ ﴿٧١﴾
لوط -علیه السلام- دوی ته وویل: په داسې حال کې چې دځان لپاره یې عذر کوو دخپلو میلمنو په مخکې، دا زما لورګانې ستاسو دزنانو دډلې نه دي، نو نکاح ورسره وکړئ که چیرته تاسو دخپل شهوت دپوره کیدو قصد کوونکی یاست. لعمرك إن هم لفى سكرتهم يعمهون
لَعَمْرُكَ إِنَّهُمْ لَفِى سَكْرَتِهِمْ يَعْمَهُونَ ﴿٧٢﴾
قسم دی ستا په عمر -ای پیغمبره- بیشکه دلوط -علیه السلام- قوم خامخا دخپل شهوت په سرکښۍ کې ګډوډ دی
فَأَخَذَتْهُمُ ٱلصَّيْحَةُ مُشْرِقِينَ ﴿٧٣﴾
نو راونیول دوی لره سختې هلاکوونکې چغې دلمر راختلو په وخت کې. فجعلنا عليها سافلها وأمطرنا عليهم ح جارة من س جيل
فَجَعَلْنَا عَـٰلِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِمْ حِجَارَةًۭ مِّن سِجِّيلٍ ﴿٧٤﴾
نو نسکور کړل مونږ ددوی کلي په ګرځولو دبره طرف ددوی لا ندې، او راوورول مونږ په دوی باندې کاڼي دپخو شوو خټو (کورتکاڼو) نه. إن فى ذلك لٔايت للمتوسمين
إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّلْمُتَوَسِّمِينَ ﴿٧٥﴾
بیشکه په دې ذکر شوی قیصه کې کوم چې دلوط -علیه السلام- په قوم باندې هلاکت راغلی وخامخا نښې دعبرت دي دعبرت اخیستونکو لپاره. مخ ۸ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر وإن ها لبسبيل م قيم
وَإِنَّهَا لَبِسَبِيلٍۢ مُّقِيمٍ ﴿٧٦﴾
او یقینا کلي دلوط -علیه السلام- خامخا په سمه لا ره دي، ویني يې هغه څوک چې تیریږي پرې دمسافرو نه. إن فى ذلك لٔاية للمؤمنين
إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةًۭ لِّلْمُؤْمِنِينَ ﴿٧٧﴾
یقینا په دې پېښه کې خامخا دلیل دی دهغه مومنانو لپاره چې عبرت پرې اخلي
وَإِن كَانَ أَصْحَـٰبُ ٱلْأَيْكَةِ لَظَـٰلِمِينَ ﴿٧٨﴾
او یقینا قوم دشعیب -علیه السلام- دهغه کلي والا وو چې ګیر چاپیره ترې ونې وې ظلم کوونکي وو؛ ددوی دکفر دوجې نه په الله تعالی باندې او ددوی ددروغ ګڼلو دوجې نه خپل پیغمبر شعیب -علیه السلام- لره
فَٱنتَقَمْنَا مِنْهُمْ وَإِنَّهُمَا لَبِإِمَامٍۢ مُّبِينٍۢ ﴿٧٩﴾
نو مونږ بدل واخست ددوی نه داسې چې دوی عذاب راونیول، او بیشکه کلي دلوط -علیه السلام- دقوم او کورونه دشعیب -علیه السلام- دملګرو خامخا په ښکاره لا ره دي چې څوک پرې تیریږي
وَلَقَدْ كَذَّبَ أَصْحَـٰبُ ٱلْحِجْرِ ٱلْمُرْسَلِينَ ﴿٨٠﴾
او بیشکه تکذیب کړی وثمودیانو، او هغوی دحجر (د حجاز او شام ترمنځ یو ځای دی) والا وو دټولو پیغمبرانو هر کله چې دوی دخپل پیغمبر صالح -علیه السلام- تکذیب وکړو. وءاتينهم ءايتنا فكانوا عنها معرضين
وَءَاتَيْنَـٰهُمْ ءَايَـٰتِنَا فَكَانُوا۟ عَنْهَا مُعْرِضِينَ ﴿٨١﴾
او مونږ دوی ته ډیر دلیلونه ورکړی وو په ریښتنولۍ دهغه څه کې چې دې پرې راتګ کړی دخپل رب له طرف نه، او ددغو معجزاتو څخه اوښه وه، نو دوی په دغو معجزو عبرت وانه خیسته، او هیڅ پروا يې پرې ونه کړه
وَكَانُوا۟ يَنْحِتُونَ مِنَ ٱلْجِبَالِ بُيُوتًا ءَامِنِينَ ﴿٨٢﴾
او دوی به غرونه غوڅول ددې لپاره چې ځان لره داوسیدو لپاره ترې کورونه جوړ کړي داسې کورونه چې په امن کې وي وو دهغه څه نه چې دوی ترې ویریدل
فَأَخَذَتْهُمُ ٱلصَّيْحَةُ مُصْبِحِينَ ﴿٨٣﴾
نو ونیول دوی لره دعذاب چغې دسبا دراتللو په وخت کې
فَمَآ أَغْنَىٰ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ ﴿٨٤﴾
نو وانه ړاوه ددوی نه دالله تعالی عذاب هغه څه چې دوی سره وو دمالونو او کورونو څخه. مخ ۹ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَمَا خَلَقْنَا ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَآ إِلَّا بِٱلْحَقِّ ۗ وَإِنَّ ٱلسَّاعَةَ لَـَٔاتِيَةٌۭ ۖ فَٱصْفَحِ ٱلصَّفْحَ ٱلْجَمِيلَ ﴿٨٥﴾
او مونږ نه دي پیدا کړي آسمانونه او زمکه او نه مو دي پیدا کړي هغه څه چې ددې دواړو ترمنځ دي بې مقصده پرته له حکمته، مونږ ندي پیدا کړي دا ټول مګر په حق سره، او بیشکه قیامت خامخا راتلونکی دی چاره نشته، نو مخ واړوه -ای پیغمبره- ددې دروغجن ګڼوونکو څخه، او بخښنه وکړه دوی ته بخښنه ښایسته
إِنَّ رَبَّكَ هُوَ ٱلْخَلَّـٰقُ ٱلْعَلِيمُ ﴿٨٦﴾
بیشکه ستا رب -ای پیغمبره- یوازې همدا پیداکوونکی دی دهر شي، پوهه دی په هر شي
وَلَقَدْ ءَاتَيْنَـٰكَ سَبْعًۭا مِّنَ ٱلْمَثَانِى وَٱلْقُرْءَانَ ٱلْعَظِيمَ ﴿٨٧﴾
او بیشکه مونږ تاته سورت فاتحه درکړې چې هغه اوه ایتونه دي، او هغه لوی قران کریم دی
لَا تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ إِلَىٰ مَا مَتَّعْنَا بِهِۦٓ أَزْوَٰجًۭا مِّنْهُمْ وَلَا تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَٱخْفِضْ جَنَاحَكَ لِلْمُؤْمِنِينَ ﴿٨٨﴾
ته مه اوږدوه سترګي ستا هغه څه ته چې مونږ پرې مزې ورکړي قسما قسم خلکو ته دکافرانو نه دختمیدونکو مزو څخه، او ته مه خپه کیږه ددوی په دروغجن ګڼلو، او عاجزي وکړه دمومنانو سره
وَقُلْ إِنِّىٓ أَنَا ٱلنَّذِيرُ ٱلْمُبِينُ ﴿٨٩﴾
او ته ووایه -ای پیغمبره- بیشکه زه ویره ورکوونکی یم دعذاب دردناک څخه، چې ښکاره ویره ده
كَمَآ أَنزَلْنَا عَلَى ٱلْمُقْتَسِمِينَ ﴿٩٠﴾
زه ویرووم تاسې ددې نه هسې نه چې ورسیږي تاسې ته عذاب لکه څرنګه چې الله تعالی رالیږلی وپه تقسیم کوونکو خلکو دالله تعالی کتاب لره سپارې سپارې نو دوی ایمان راوړي په بعضې او کفر کوي په بعضې نورو
ٱلَّذِينَ جَعَلُوا۟ ٱلْقُرْءَانَ عِضِينَ ﴿٩١﴾
هغوی چې قرآن کریم ئې ټوټې ټوټې کړی، نو وايې: دا جادو، یا کوډې، او یا شعر دی. فوربك لنسٔلن هم أ جمعين
فَوَرَبِّكَ لَنَسْـَٔلَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿٩٢﴾
نو قسم دی په رب ستا -ای پیغمبره- خامخا تپوس به وکړو دقیامت په ورځ دټولو هغه چا نه چې دا يې ټوټې ټوټې ګرځولی. عما كانوا يعملون
عَمَّا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿٩٣﴾
تپوس به وکړو ددوی نه دهغو عملونو باره کې چې دوی يې کوي دکفر او ګناهونو نه په دنیا کې
فَٱصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ ٱلْمُشْرِكِينَ ﴿٩٤﴾
نو اعلان وکړه -ای پیغمبره- دهغه څه باره کې چې تا ته پرې الله تعالی امر کړی هغه ته ددعوت کولو، او ته مه ګوره هغه څه ته چې مشرکین ئې وايې او کوي يې. مخ ۱۰ له ۱۱ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
إِنَّا كَفَيْنَـٰكَ ٱلْمُسْتَهْزِءِينَ ﴿٩٥﴾
او ته ددوی نه مه ویریږه، نو بیشکه مونږ بچ ساتو تا لره دچل دمسخره کوونکو دقریشو دکافرانو مشرانو نه
ٱلَّذِينَ يَجْعَلُونَ مَعَ ٱللَّهِ إِلَـٰهًا ءَاخَرَ ۚ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ ﴿٩٦﴾
هغوی چې جوړوي دالله تعالی سره نور څوک دبندګۍ لایق، نو زر دی چې دوی به پوهه شي په اخري بد انجام ددوی دشرک کولو. ولقد نعلم أنك يضيق صدرك بما يقولون
وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّكَ يَضِيقُ صَدْرُكَ بِمَا يَقُولُونَ ﴿٩٧﴾
او یقینا مونږ پوهیږو چې تنګیږی ستا سینه -ای پیغمبره- په هغو کارونو چې دوی يې کوي لکه تاته ددروغو نسبت کول او همدارنګه په تا پورې مسخرې کول
فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَكُن مِّنَ ٱلسَّـٰجِدِينَ ﴿٩٨﴾
نو ته الله تعالی ته پناه وېسه دهغه په پاکۍ بیانولو سره دهغه څه نه چې دهغه سره نه ښائې، او په هغه باندې دکمال په صفتونو سره ثنا ویلو، او شه دالله تعالی د بندګي کوونکو نه، لمونځ کوونکو نه، نو په دې کې ستا دسینې دتنګوالي علاج دی
وَٱعْبُدْ رَبَّكَ حَتَّىٰ يَأْتِيَكَ ٱلْيَقِينُ ﴿٩٩﴾
او همیشوالی کوه دخپل رب په بندګۍ، ترڅو چې ته ژوندی ئې تر دې چې تاته مرګ راشي او ته په هم دې حال يې. مخ ۱۱ له ۱۱ moc.hgelp