الٓر ۚ كِتَـٰبٌ أَنزَلْنَـٰهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ ٱلنَّاسَ مِنَ ٱلظُّلُمَـٰتِ إِلَى ٱلنُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَىٰ صِرَٰطِ ٱلْعَزِيزِ ٱلْحَمِيدِ ﴿١﴾
(الر) ددغه ډول تورو په اړه خبره دبقرې سورت په پيل کې تېره شوه، دغه قرآن اې رسوله چې تاته مو نازل کړی دی، ترڅو خلک له کفر، ناپوهۍ اولا ر ورکۍ څخه ايمان، پوهې اولا رښوونې ته دالله تعالی په اراده او دهغه په مرسته داسلام هغه دين ته را وباسې چې هغه دداسې برلاسي الله لا ر ده پر کوم چې هيڅوک نه شي برلاسی کېدلای چې هغه په هر څه کې ستايل شوی دی
ٱللَّهِ ٱلَّذِى لَهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۗ وَوَيْلٌۭ لِّلْكَـٰفِرِينَ مِنْ عَذَابٍۢ شَدِيدٍ ﴿٢﴾
الله هغه ذات دی چې يوازې هغه لره دهغه څه چې په آسمانونو کې دي او څه چې په ځمکه دي ملکيت دی، هغه وړ دی چې يوازې يې عبادت وشي او له مخلوق يې څوک ورسره شريک نکړل شي او هغو کسانو ته به ځواکمنه سزا ورسيږي چې کفر يې کړی دی
ٱلَّذِينَ يَسْتَحِبُّونَ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا عَلَى ٱلْـَٔاخِرَةِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ فِى ضَلَـٰلٍۭ بَعِيدٍۢ ﴿٣﴾
هغه کسان چې ددنيا ژوند او په هغو کې ختمېدونکي نعمتونو ته لومړيتوب ورکوي پر آخرت او دهغو په تلپاتې نعمتونو، خلک دالله له لا رې راګرځوي، په لا ر کې يې له حقه بدلون او اړول غواړي او له نېغوالي يې کوږوالی، ترڅو هيڅوک پرې ولاړ نشي، دغه کسان چې پر دغو صفتونو متصف دي له حق او سمې لا رې په لرې لا رورکۍ کې دي
وَمَآ أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِۦ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ ۖ فَيُضِلُّ ٱللَّهُ مَن يَشَآءُ وَيَهْدِى مَن يَشَآءُ ۚ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ ﴿٤﴾
موږ هيڅ رسول نه دی لېږلی مګر دا چې هغه مو دخپل قوم په ژبه ننګوونکی لېږلی، ترڅو پر هغوی دهغه څه پوهه آسانه شي چې هغه دالله لخوا ورته راوړي دي او موږ پر ايمان دهغوی داړ اېستلو لپاره نه دی لېږلی، الله په خپل عدل لا ر ورکی کوي چاته چې وغواړي، چاته چې وغواړي په خپله پېرزوينه دلارښوونې توفيق ورکوي، هغه داسې برلاسی دی چې هيڅوک نشي پرې برلاسی کېدی، په خپل مخلوق او تدبير کې حکيم دی
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَىٰ بِـَٔايَـٰتِنَآ أَنْ أَخْرِجْ قَوْمَكَ مِنَ ٱلظُّلُمَـٰتِ إِلَى ٱلنُّورِ وَذَكِّرْهُم بِأَيَّىٰمِ ٱللَّهِ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّكُلِّ صَبَّارٍۢ شَكُورٍۢ ﴿٥﴾
صبار شكور او بېشکه موسی مو ولېږه او پر داسې نښانو مو پياوړی کړ چې دهغه پر رېښتينولۍ دلالت کوي او دا چې هغه دخپل پالونکي لخوا لېږل شوی دی، هغه ته مو امر وکړ چې خپل قوم له کفر او ناپوهۍ څخه ايمان او پوهې ته راوباسي، امر مو ورته وکړ چې دالله هغه ورځې ور په ياد کړي چې په هغو کې يې لورېينه پرې کړې وه، په دغو ورځو کې دالله پر توحيد، لوی ځواک او پر مؤمنانو دلورېينې څرګند دلالتونه دي، دا هغه څه دي چې دالله پر پيروۍ صبرکوونکي او دهغه پر لورېينو او پېرزوينو تل شکراېستونکي ترې ګټه پورته کوي
وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ ٱذْكُرُوا۟ نِعْمَةَ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ أَنجَىٰكُم مِّنْ ءَالِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوٓءَ ٱلْعَذَابِ وَيُذَبِّحُونَ أَبْنَآءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَآءَكُمْ ۚ وَفِى ذَٰلِكُم بَلَآءٌۭ مِّن رَّبِّكُمْ عَظِيمٌۭ ﴿٦﴾
ياد کړه ای رسوله! کله چې موسی دخپل پالونکي امر ومانه، خپل قوم بنو اسرائیلوته يې وويل: په داسې حال کې چې پر هغوی دالله دلورېينې ور په يادوونکی و، ای زما قومه! پرتاسو دالله لورېينه در په ياد کړئ کله يې چې دفرعون له خلکو وژغورلئ، دهغوی له نيونې يې روغ وساتلئ، چې بده سزا يې درڅکله، داسې چې نارينه اولادونه مو يې ذبح کول تر څو په تاسو کې هغه څوک ونه زيږيږي چې دفرعون پاچايي ونيسي او ښځې مو يې دهغوی درسوايۍ او سپکاوي لپاره ژوندۍ پرېښودلې، د هغوی په دغو کړنو کې ستاسو لپاره پر صبر لویه ازموينه وه، الله تاسوته پر دغه کړاو دصبر بدله درکړه، دفرعون دخلکو له نيونې په ژغورنې سره. مخ ۱ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِن شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ ۖ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِى لَشَدِيدٌۭ ﴿٧﴾
موسی هغوی ته وويل: در په ياد کړئ هغه وخت چې پالونکي مو څرګند اعلان درته وکړ: که چېرې مو دالله شکر واېستئ پر هغه څه چې له يادوشوو نعمتونو يې کوم درباندې کړي دي، هرومرو به له هغو خپله لورېينه او پېرزوينه پرتاسو زياته کړي، که چېرې مو نټه وکړه پرتاسو دهغه له نعمتونو څخه او شکر مو ونه اېستئ، بېشکه د هغه سزا سخته ده دهغه چا لپاره چې له نعتمتونو يې نټه کوي او شکر يې نه باسي
وَقَالَ مُوسَىٰٓ إِن تَكْفُرُوٓا۟ أَنتُمْ وَمَن فِى ٱلْأَرْضِ جَمِيعًۭا فَإِنَّ ٱللَّهَ لَغَنِىٌّ حَمِيدٌ ﴿٨﴾
او موسی خپل قوم ته وويل: ای زما قومه! که تاسو کفر وکړئ او ټول هغه څوک چې په ځمکه کې دي کفر وکړي؛ نو دکفر زيان پر تاسو درګرځي، ځکه الله په خپل ذات کې بې پروا دی، دخپل ذات له پلوه دستايلو وړ دی، نه دمؤمنانو ايمان ګټه ورته رسوي او نه دکافرانو کفر زيان ورته رسوي
أَلَمْ يَأْتِكُمْ نَبَؤُا۟ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ قَوْمِ نُوحٍۢ وَعَادٍۢ وَثَمُودَ ۛ وَٱلَّذِينَ مِنۢ بَعْدِهِمْ ۛ لَا يَعْلَمُهُمْ إِلَّا ٱللَّهُ ۚ جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِٱلْبَيِّنَـٰتِ فَرَدُّوٓا۟ أَيْدِيَهُمْ فِىٓ أَفْوَٰهِهِمْ وَقَالُوٓا۟ إِنَّا كَفَرْنَا بِمَآ أُرْسِلْتُم بِهِۦ وَإِنَّا لَفِى شَكٍّۢ مِّمَّا تَدْعُونَنَآ إِلَيْهِ مُرِيبٍۢ ﴿٩﴾
ای کافرانو! له تاسو مخکې ددرواغ ګڼونکو امتونو دتباهۍ خبر ندی درته راغلی: دنوح دقوم، دهود دقوم عاد، دصالح دقوم ثمود او هغو امتونو چې له هغوی وروسته راغلي، ډېر دي چې يوازې الله يې شمېرلی شي؟ هغوی ته يې رسولان له څرګندو دلائلو سره راغلل، لا سونه په خولو کې کښېښودل پر رسولانو يې دغوسې له امله یې په خپلو ګوتو خولې لګولې او رسولانو ته يې وويل: موږ پر هغه څه کفر کړی چې تاسو ورسره رالېږل شوي ياست او په تردد اچوونکي شک يو له هغه څه چې تاسو مو وربولئ. ك
۞ قَالَتْ رُسُلُهُمْ أَفِى ٱللَّهِ شَكٌّۭ فَاطِرِ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۖ يَدْعُوكُمْ لِيَغْفِرَ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمْ وَيُؤَخِّرَكُمْ إِلَىٰٓ أَجَلٍۢ مُّسَمًّۭى ۚ قَالُوٓا۟ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا بَشَرٌۭ مِّثْلُنَا تُرِيدُونَ أَن تَصُدُّونَا عَمَّا كَانَ يَعْبُدُ ءَابَآؤُنَا فَأْتُونَا بِسُلْطَـٰنٍۢ مُّبِينٍۢ ﴿١٠﴾
رسولانو هغوی ته دځواب ورکوونکو په توګه وويل: آيا دالله په توحيد او هغه ته په يوازې عبادت کولو کې شک دی، هغه دآسمانونو پيداکوونکی او دځمکې پيداکوونکی دی او پرته له مخکينۍ بېلګې يې رامنځته کوونکی دی؟ ايمان ته مو رابولي تر څو له تاسو مو پخواني ګناهونه ختم کړي، وروسته کوي مو ستاسو دبشپړ اخېستو تر وخته چې ستاسو ددنيا په ژوند کې نېټې درته ټاکل شوې دي، قومونو يې ورته وويل: تاسو نه يئ مګر زموږ غوندې انسانان، تاسو لره پر موږ کوم غوراوی نشته، تاسو دهغه څه له عبادته زموږ راګرځول غواړئ چې زموږ پلرونو يې عبادت کوی، څرګند دليل راوړئ چې ستاسو پر رېښتينولۍ دلالت کوي په هغه دعوی کې چې کوئ يې چې تاسو دالله له لوري موږ ته رسولان ياست
قَالَتْ لَهُمْ رُسُلُهُمْ إِن نَّحْنُ إِلَّا بَشَرٌۭ مِّثْلُكُمْ وَلَـٰكِنَّ ٱللَّهَ يَمُنُّ عَلَىٰ مَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦ ۖ وَمَا كَانَ لَنَآ أَن نَّأْتِيَكُم بِسُلْطَـٰنٍ إِلَّا بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۚ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ ٱلْمُؤْمِنُونَ ﴿١١﴾
هغوی ته يې رسولانو پر هغوی درد په ډول وويل: موږ يوازې ستاسو غوندې انسانان يو، موږ په دغه کې ستاسو له ورته والي څخه نټه نه کوو، خو له دغه ورته والي څخه په هر څه کې ورته، ورته والی نه لا زميږي، نو الله له خپلو بنده ګانو چې چاته وغواړي په ځانګړي انعام سره پېرزوينه پرې کوي، چې هغوی خلکو ته داستازو په توګه غوره کوي او زموږ لپاره نه صحيح کيږي چې تاسو ته هغه دليل راوړو چې غوښتنه يې کوئ، مګر دالله په خوښه، نو دهغه راوړل زموږ په توان کې نه دي، بلکې يوازې الله پر دغه ځواکمن دی، او يوازې پر الله بايد مؤمنان په خپلو چارو کې بروسه وکړي
وَمَا لَنَآ أَلَّا نَتَوَكَّلَ عَلَى ٱللَّهِ وَقَدْ هَدَىٰنَا سُبُلَنَا ۚ وَلَنَصْبِرَنَّ عَلَىٰ مَآ ءَاذَيْتُمُونَا ۚ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ ٱلْمُتَوَكِّلُونَ ﴿١٢﴾
کوم خنډ او کوم عذر دی زموږ او پر هغه دبروسې کولو ترمنځ؟ سره له دې چې ترټولو سمې او څرګندې لا رې ته یې لا رښوونه راته کړې ده، هرومرو به ستاسو له لوري ددرواغجن ګڼلو او ملنډو وهلو پر آزار رسونه صبر کوو او يوازې پر الله بايد مؤمنان په خپلو ټولو چارو کې بروسه وکړي. مخ ۲ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لِرُسُلِهِمْ لَنُخْرِجَنَّكُم مِّنْ أَرْضِنَآ أَوْ لَتَعُودُنَّ فِى مِلَّتِنَا ۖ فَأَوْحَىٰٓ إِلَيْهِمْ رَبُّهُمْ لَنُهْلِكَنَّ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿١٣﴾
او درسولانو له قومونو هغو خلکو چې کفر يې کړی وو وويل کله چې دخپلو رسولانو له شخړې بې وسه شول: هرومرو به تاسو له خپل کلي وباسو يا به تاسو له خپل دينه زموږ دين ته راګرځئ؛ نو الله رسولانو ته دهغوی دثابت پاتې کېدو لپاره وحي وکړه، هرومرو به هغه ظالمان چې پر الله او رسولانو يې کفری تباه کړو
وَلَنُسْكِنَنَّكُمُ ٱلْأَرْضَ مِنۢ بَعْدِهِمْ ۚ ذَٰلِكَ لِمَنْ خَافَ مَقَامِى وَخَافَ وَعِيدِ ﴿١٤﴾
ای رسولانو! تاسو او هغه چاته چې ستاسو پيروي يې کړې ده هرومرو دهغوی له تباهۍ وروسته په ځمکه کې هستوګنه ورکړم، دغه یادشوي ددرواغ ګڼونکو کافرانو تباهي، دهغوی له تباهۍ وروسته درسولانو او مؤمنانو په ځمکه کې اوسول دهغه چا لپاره دي چې زما دلويي او څارنې حاضرېدل غواړي او هغه لره په سزا زما له ډارونې وېريږي
وَٱسْتَفْتَحُوا۟ وَخَابَ كُلُّ جَبَّارٍ عَنِيدٍۢ ﴿١٥﴾
او رسولانو له خپل پالونکي وغوښتل چې ددښمنانو پرخلاف يې مرسته وکړي، زيانمن شو هر لويي کوونکی او له حق سره داسې ضد کوونکی چې هغه ته له څرګندېدو سربېره يې پيروي نه کوي
مِّن وَرَآئِهِۦ جَهَنَّمُ وَيُسْقَىٰ مِن مَّآءٍۢ صَدِيدٍۢ ﴿١٦﴾
دقيامت په ورځ ددغه لويي کوونکي مخ ته دوزخ دی، هغه ورلره دانتظار ځای دی، په هغو کې به ددوزخيانو هغه زوې ورڅښل کيږي چې له هغوی بهيږي؛ نو تنده به يې نه ماتوي، تل به په تنده او داسې نورو ډول ډول سزاوو سزا ورکول کيږي
يَتَجَرَّعُهُۥ وَلَا يَكَادُ يُسِيغُهُۥ وَيَأْتِيهِ ٱلْمَوْتُ مِن كُلِّ مَكَانٍۢ وَمَا هُوَ بِمَيِّتٍۢ ۖ وَمِن وَرَآئِهِۦ عَذَابٌ غَلِيظٌۭ ﴿١٧﴾
له سخت تريخوالي، ګرموالي او بدبويۍ به دهغو دڅښلو په وار وار تکلف کوي، په تېرولو به يې نه توانيږي، له سختې سزا سره دمخامخ کېدو له امله به له هر لوري مرګ ورته راځي، خو مري به نه چې آرامه شي، بلکې ژوندی به پاتې کيږي ترڅو سزا وګالي او مخ ته به يې بله سخته سزا نتظار کوي
مَّثَلُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِرَبِّهِمْ ۖ أَعْمَـٰلُهُمْ كَرَمَادٍ ٱشْتَدَّتْ بِهِ ٱلرِّيحُ فِى يَوْمٍ عَاصِفٍۢ ۖ لَّا يَقْدِرُونَ مِمَّا كَسَبُوا۟ عَلَىٰ شَىْءٍۢ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلضَّلَـٰلُ ٱلْبَعِيدُ ﴿١٨﴾
دکافرانو دهغه ښو کارونو چې وړاندې کوي يې لکه صدقه، ښېګڼه او پر کمزوري شفقت بېلګه داسې ده لکه دهغه رېګ چې دسختو بادونو په ورځ سخته هوا ورپسې ولګيږي؛ په ځواک يې پورته کړي او په هرځای کې يې وشيندي، تردې چې هيڅ اغېز يې پاتې نشي، همدا رنګه دکافرانو په کړنو پسې دکفر هوا لګېدلې ده؛ نو دقيامت په ورځ به يې څښتنان ترې ګټه پورته نکړي، دا هغه عمل دی چې پر ايمان يې بنسټ نه دی اېښودل شوی، چې هغه دحق له لا رې لرې لا رورکي ده
أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ بِٱلْحَقِّ ۚ إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ وَيَأْتِ بِخَلْقٍۢ جَدِيدٍۢ ﴿١٩﴾
ای انسانه ته نه پوهېږې! چې الله آسمانونه او ځمکه په حقه پيداکړي دي، بې ځايه يې نه دي پيداکړي، ای خلکو! که ستاسو له منځه تلل او ستاسو پر ځای بل داسې مخلوق راوستل وغواړي چې دهغه عبادت وکړي او پيروي يې وکړي، هرومرو به مو له منځه يوسي او بل مخلوق به راوړي چې عبادت يې وکړي او پيروي يې وکړي، دغه کار هغه ته آسانه دی
وَمَا ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ بِعَزِيزٍۢ ﴿٢٠﴾
ستاسو تباهي او له تاسو پرته دبل مخلوق راوستل هغه پاک ذات لره بې وسه کوونکي نه دي، هغه پر هرڅه ځواکمن دی هيڅ شی يې نشي بې وسه کولای. مخ ۳ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَبَرَزُوا۟ لِلَّهِ جَمِيعًۭا فَقَالَ ٱلضُّعَفَـٰٓؤُا۟ لِلَّذِينَ ٱسْتَكْبَرُوٓا۟ إِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًۭا فَهَلْ أَنتُم مُّغْنُونَ عَنَّا مِنْ عَذَابِ ٱللَّهِ مِن شَىْءٍۢ ۚ قَالُوا۟ لَوْ هَدَىٰنَا ٱللَّهُ لَهَدَيْنَـٰكُمْ ۖ سَوَآءٌ عَلَيْنَآ أَجَزِعْنَآ أَمْ صَبَرْنَا مَا لَنَا مِن مَّحِيصٍۢ ﴿٢١﴾
کله چې دژمنې په ورځ دالله لوري ته خلک له خپلو قبرونو را ووځي، کمزوري پيروان به سردارانو مشرانو ته ووايي: ای سردارانو! بېشکه موږ ستاسو پيروان وو، ستاسو دامر پيروي مو کوله او ستاسو په نهيې منع کېدلو، آيا تاسو زموږ څخه دالله له سزا څه دفع کوونکي ياست؟ سرداران مشران به ووايي: که الله موږ ته دسمې لا رې توفيق راکړی وای هرومرو به مو تاسوته ښودلې وای؛ نو موږ ټول به دالله له سزا ژغورل شوي وای، خو موږ لا رورکي شوو؛ نو تاسو مولا رورکي کړئ، پرموږ او تاسو برابره ده چې دسزا له زغملو کمزوري شو يا صبر وکړو، موږ لره له سزا څخه تېښته نشته
وَقَالَ ٱلشَّيْطَـٰنُ لَمَّا قُضِىَ ٱلْأَمْرُ إِنَّ ٱللَّهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ ٱلْحَقِّ وَوَعَدتُّكُمْ فَأَخْلَفْتُكُمْ ۖ وَمَا كَانَ لِىَ عَلَيْكُم مِّن سُلْطَـٰنٍ إِلَّآ أَن دَعَوْتُكُمْ فَٱسْتَجَبْتُمْ لِى ۖ فَلَا تَلُومُونِى وَلُومُوٓا۟ أَنفُسَكُم ۖ مَّآ أَنَا۠ بِمُصْرِخِكُمْ وَمَآ أَنتُم بِمُصْرِخِىَّ ۖ إِنِّى كَفَرْتُ بِمَآ أَشْرَكْتُمُونِ مِن قَبْلُ ۗ إِنَّ ٱلظَّـٰلِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ ﴿٢٢﴾
کله چې جنتيان جنت ته ننوځي او دوزخيان دوزخ ته، ابليس به ووايي: بېشکه الله په حق ستاسو سره ژمنه وکړه، خپله ژمنه يې پوره کړه، ما په باطل ژمنه درسره وکړه، خپله ژمنه مې پوره نکړه، مالره کوم ځواک نه وچې په دنيا کې مو تاسو پر کفر اولا رورکۍ اړ کړي وای، خو تاسو مې کفر ته راوبللئ، ګناهونه مې درته ښايسته کړل؛ نو تاسو په بيړه زما پيروي وکړه، تاسو ته په حاصله شوې لا رورکۍ ما مه ملامتوئ، خپل ځانونه مو ملامت کړئ، هغه زيات دملامتيا وړ دي، له تاسو دسزا په لرې کولو کې زه ستاسو مرستندوی نه يم او نه تاسو له ما څخه دهغه په لرې کولو کې زما مرستندويان ياست، بېشکه ما نټه کړې ستاسو لخوا له الله سره په عبادت کې زما په شريک ګرځولو، بېشکه په دنيا کې له الله سره پر شرک ظالمان او پر هغه کفر، هغوی لره دردوونکې سزا ده چې دقيامت په ورځ يې انتظار کوي
وَأُدْخِلَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ جَنَّـٰتٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ خَـٰلِدِينَ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ ۖ تَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلَـٰمٌ ﴿٢٣﴾
سلم په خلاف دظالمانو دورګرځېدو دځای، هغه کسان چې ايمان يې راوړی او ښه کارونه يې کړي دي داسې جنتونو ته به ننه اېستل شي چې تر ماڼيو او ونولا ندې به يې نهرونه بهيږي، دخپل پالونکي په اجازه او ځواک به تل په هغو کې اوسېدونکي وي، ځينې به پر ځينو سلام کوي، پرېښتې به پرې سلام کوي او پالونکی به يې په سلام هرکلی ورته کوي
أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلًۭا كَلِمَةًۭ طَيِّبَةًۭ كَشَجَرَةٍۢ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌۭ وَفَرْعُهَا فِى ٱلسَّمَآءِ ﴿٢٤﴾
ای رسوله! آيا پوه نه شوې الله دتوحيد کلمې لپاره چې هغه لا اله الاالله ده څنګه بېلګه بيان کړه چې کله يې دپاکې ونې بېلګه ورکړه چې هغه دخرما ونه ده، جرړې يې دځمکې په تل کې تلونکي دي په خپلو پاکو رګونو اوبه څښي څانګې يې اسمان ته پورته کېدونکې دي نم څښي او پاکه هوا بويوي
تُؤْتِىٓ أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍۭ بِإِذْنِ رَبِّهَا ۗ وَيَضْرِبُ ٱللَّهُ ٱلْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ ﴿٢٥﴾
دغه غوره ونه دخپل پالونکي په امر خپله غوره مېوه هر وخت ورکوي، الله چې هغه لره پاکي ده او لوړ دی دخلکو لپاره بېلګې بيانوي په دې هيله چې هغوی پند واخلي
وَمَثَلُ كَلِمَةٍ خَبِيثَةٍۢ كَشَجَرَةٍ خَبِيثَةٍ ٱجْتُثَّتْ مِن فَوْقِ ٱلْأَرْضِ مَا لَهَا مِن قَرَارٍۢ ﴿٢٦﴾
دشرک دپليتې کلمې بېلګه دهغې پليتې ونې غوندې ده، چې هغه دمرغوڼې( حنظل) ونه ده، له بېخه اېستل شوې ده، هغې لره نه پرځمکه ځای پرځای پاتې کېدل شته، او نه اسمان ته پورته کېدل، مري او بادونه يې پرې کوي؛ نو دکفر دکلمې پای له منځه تلل دي، دهغې دڅښتن لپاره دالله لوري هيڅ ښه عمل نه پورته کيږي. مخ ۴ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
يُثَبِّتُ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِٱلْقَوْلِ ٱلثَّابِتِ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَفِى ٱلْـَٔاخِرَةِ ۖ وَيُضِلُّ ٱللَّهُ ٱلظَّـٰلِمِينَ ۚ وَيَفْعَلُ ٱللَّهُ مَا يَشَآءُ ﴿٢٧﴾
الله مؤمنان دتوحيد په ثابته کلمه په بشپړه ايمان سره ددنيا په ژوند کې ثابتوي تردې چې مړه شي حال داچې هغوی پر ايمان وي، په برزخ کې په خپلو قبرونو کې يې دپوښتنې پرمهال او دقيامت په ورځ يې ثابتوي، پر الله دشرک او کفر له امله الله ظالمان لا رورکي کوي له حق اولا رښوونې څخه، او الله هغه څه کوي له لا رورکۍ چې په خپل عدل دچا دلارورکۍ اراده وکړي، له لا رښوونې چې په خپله پېرزوينه دچا لا رښوونه وغواړي؛ نو هغه پاک ذات لره کوم اړ اېستونکی نشته
۞ أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ بَدَّلُوا۟ نِعْمَتَ ٱللَّهِ كُفْرًۭا وَأَحَلُّوا۟ قَوْمَهُمْ دَارَ ٱلْبَوَارِ ﴿٢٨﴾
بېشکه تا له قريشو دهغه کسانو حال وليدئ چې پر الله او دهغه پر رسولانو يې کفر کړی کله يې چې دالله هغه انعام بدل کړ چې پر هغوی يې کړی وپه حرم کې د ډاډ انعام او په هغوی کې دمحمد صلی الله عليه وسلم دلېږل کېدو انعام دغه يې بدل کړل: دالله په نعمتونو په کفرکولو سره، کله يې چې هغه څه درواغ وګڼل چې هغه دخپل پالونکي لخوا ورسره راغلی و، له قومونو يې هغه کسان چې په کفر کې يې دهغوی پيروي وکړه دتباهۍ کورته ورکوز کړل
جَهَنَّمَ يَصْلَوْنَهَا ۖ وَبِئْسَ ٱلْقَرَارُ ﴿٢٩﴾
او دتباهۍ کور هغه دوزخ دی چې ورننوځي به، ګرمي به يې زغمي او بد دپاتې کېدو ځای دهغوی دپاتې کېدو ځای دی
وَجَعَلُوا۟ لِلَّهِ أَندَادًۭا لِّيُضِلُّوا۟ عَن سَبِيلِهِۦ ۗ قُلْ تَمَتَّعُوا۟ فَإِنَّ مَصِيرَكُمْ إِلَى ٱلنَّارِ ﴿٣٠﴾
او مشرکانو الله لره شريکان او سيالان وګرځول تر څو هغه څوک دالله له لا رې لا رورکی کړي چې دهغوی پيروي يې کړې وروسته تردې چې هغوی په خپله ترې لا رورکي شوي دي، ای رسوله! هغوی ته ووايه: خوند واخلئ له هغو نفسي غوښتنو چې پکښې ياست او په دنيا کې دهغو نفسي غوښتنو له خپرولوڅخه، ځکه د قيامت په ورځ ستاسو ورګرځېدل اور ته دي له هغه پرته بل دورګرځېدو ځای مو نشته. ر
قُل لِّعِبَادِىَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ يُقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُنفِقُوا۟ مِمَّا رَزَقْنَـٰهُمْ سِرًّۭا وَعَلَانِيَةًۭ مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِىَ يَوْمٌۭ لَّا بَيْعٌۭ فِيهِ وَلَا خِلَـٰلٌ ﴿٣١﴾
خلل ای رسوله! مؤمنانوته ووايه: ای مؤمنانو! په بشپړه توګه لمونځ اداکړئ، او له هغه څه چې الله په روزي درکړي واجب او مستحب صدقې ورکړئ په پټه دځان ښودنې له وېرې او په ښکاره ترڅو نور ستاسو پيروي وکړي، مخکې دهغې ورځې تر راتګ چې نه راکړه ورکړه وي پکښې او نه فديه چې دالله له سزا پرې ژغورنه وشي او نه به ملګري وي چې ملګری دبل ملګري سپارښتنه وکړي
ٱللَّهُ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَأَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءًۭ فَأَخْرَجَ بِهِۦ مِنَ ٱلثَّمَرَٰتِ رِزْقًۭا لَّكُمْ ۖ وَسَخَّرَ لَكُمُ ٱلْفُلْكَ لِتَجْرِىَ فِى ٱلْبَحْرِ بِأَمْرِهِۦ ۖ وَسَخَّرَ لَكُمُ ٱلْأَنْهَـٰرَ ﴿٣٢﴾
الله هغه ذات دی چې آسمانونه او ځمکه يې پرته له مخکينۍ نمونې رامنځته کړي، له اسمانه يې دباران اوبه نازلې کړې دي، پر دغو نازل کړل شويو اوبو يې ای خلکو! ستاسو لپاره دروزۍ په توګه ډول ډول مېوې را اېستلې دي، کښتۍ يې درته اېل کړې دي چې له اندازې سره سمې پر اوبو چليږي، نهرونه يې درته اېل کړې دي ترڅو ترې څښاک وکړئ او څاروي او کښتونه مو پرې اوبه کړئ
وَسَخَّرَ لَكُمُ ٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ دَآئِبَيْنِ ۖ وَسَخَّرَ لَكُمُ ٱلَّيْلَ وَٱلنَّهَارَ ﴿٣٣﴾
لمر او سپوږمۍ يې درته اېل کړي په پرله پسې ډول ګرځي، شپه او ورځ يې يو په بل پسې درته اېل کړي، شپه ستاسو دخوب او آرام لپاره ده او ورځ ستاسو د خوځښت او کوښښ لپاره. مخ ۵ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَءَاتَىٰكُم مِّن كُلِّ مَا سَأَلْتُمُوهُ ۚ وَإِن تَعُدُّوا۟ نِعْمَتَ ٱللَّهِ لَا تُحْصُوهَآ ۗ إِنَّ ٱلْإِنسَـٰنَ لَظَلُومٌۭ كَفَّارٌۭ ﴿٣٤﴾
او ټول هغه څه يې درکړل چې غوښتي مو وو او هغه څه چې غوښتي مو نه وو، که چېرې دالله نعمتونه وشمېرئ دهغو پر شمېر به ونه توانېږئ، دزياتوالي او بېلابېلوالي له امله يې، کوم چې يې تاسوته يادکړل، دا يې څو نمونې دي، بېشکه انسان پر ځان زيات ظلم کوونکی، دالله -چې هغه لره پاکي ده او لوړ دی - له نعمتونو زيات نټه کوونکی دی
وَإِذْ قَالَ إِبْرَٰهِيمُ رَبِّ ٱجْعَلْ هَـٰذَا ٱلْبَلَدَ ءَامِنًۭا وَٱجْنُبْنِى وَبَنِىَّ أَن نَّعْبُدَ ٱلْأَصْنَامَ ﴿٣٥﴾
ای رسوله! ياد کړه هغه وخت، کله چې ابراهيم وويل وروسته تردې چې دمکې په ناو کې يې خپل زوی اسماعيل او دهغه مور هاجره ځای پرځای کړل: ای زما پالونکيه! دغه ښار چې ما مې خپله کورنۍ پکې واوسوله چې هغه مکه ده دډاډ ښار وګرځوه، چې وينه پکې تويې نشي او نه پر چا پکې تېری وشي، ما او اولاد مې د بتانو له عبادته لرې کړه
رَبِّ إِنَّهُنَّ أَضْلَلْنَ كَثِيرًۭا مِّنَ ٱلنَّاسِ ۖ فَمَن تَبِعَنِى فَإِنَّهُۥ مِنِّى ۖ وَمَنْ عَصَانِى فَإِنَّكَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿٣٦﴾
اې پالونکيه! بېشکه بتانو ډېری خلک ګمراه کړي دي داسې چې هغوی دا ګمان کړی چې دهغوی سپارښتنه به کوي، نو په فتنه کې اخته شول او له الله پرته يې ولمانځل، نو چا چې له خلکو دالله په يووالي او اطاعت کې زما پيروي وکړه؛ نو اې پالونکيه ته چې چا ته وغواړې دګناهونو بخښونکی يې چې هغوی لره بخښنه کوې او پر هغوی مهربان يې
رَّبَّنَآ إِنِّىٓ أَسْكَنتُ مِن ذُرِّيَّتِى بِوَادٍ غَيْرِ ذِى زَرْعٍ عِندَ بَيْتِكَ ٱلْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ فَٱجْعَلْ أَفْـِٔدَةًۭ مِّنَ ٱلنَّاسِ تَهْوِىٓ إِلَيْهِمْ وَٱرْزُقْهُم مِّنَ ٱلثَّمَرَٰتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ ﴿٣٧﴾
ای زموږ پالونکيه! بېشکه ما مې ځينې اولاد، چې هغوی زما زوی اسماعيل او دهغه زامن دي په يو ناو ( مکه) کې ستا ددرانه کور په ګاونډ کې ځای پرځای کړل، چې نه پکې کښت شته او نه اوبه، زما پالونکيه دهغه په ګاونډ کې مې ځای پرځای کړل، تر څو پکښې لمونځ وکړي؛ نو ای زماپالونکيه! دخلکو زړونه داسې وګرځوه چې هغوی ته او دغه ښار ته ور وشي او هغوی ته مېوې په روزۍ ورکړه په دې هيله چې پر هغوی ستا دلورېينې له امله ستا شکر وباسي
رَبَّنَآ إِنَّكَ تَعْلَمُ مَا نُخْفِى وَمَا نُعْلِنُ ۗ وَمَا يَخْفَىٰ عَلَى ٱللَّهِ مِن شَىْءٍۢ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَا فِى ٱلسَّمَآءِ ﴿٣٨﴾
ى ای زموږ پالونکيه! بېشکه ته په هر هغه څه پوهېږې چې موږ يې پټوو او هر هغه څه چې ښکاره کوو يې، له الله هيڅ شی نه په ځمکه کې او نه په آسمان کې پټ دي، بلکې پرې پوهيږي؛ نو له هغه زموږ اړتيا او زموږ بېوزلي نده پټه
ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ٱلَّذِى وَهَبَ لِى عَلَى ٱلْكِبَرِ إِسْمَـٰعِيلَ وَإِسْحَـٰقَ ۚ إِنَّ رَبِّى لَسَمِيعُ ٱلدُّعَآءِ ﴿٣٩﴾
شکر او ستاينه الله پاک لره دي هغه ذات چې زما دعا يې ماته دنېکانو په راکړه قبوله کړه، ماته يې زما په لوی عمر کې له هاجرې اسماعيل او له سارا اسحاق راکړل، بېشکه پالونکی مې دهغه چا ددعا اورېدونکی دی چې له هغه دعا وغواړي
رَبِّ ٱجْعَلْنِى مُقِيمَ ٱلصَّلَوٰةِ وَمِن ذُرِّيَّتِى ۚ رَبَّنَا وَتَقَبَّلْ دُعَآءِ ﴿٤٠﴾
ای زما پالونکيه! په بشپړه توګه لمونځ کوونکی مې وګرځوه او اولاد مې وګرځوه چې همداسې يې اداکوي، ای زموږ پالونکيه! دعا مې قبوله کړه او ستا سره يې قبوله شوې وګرځوه. مخ ۶ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
رَبَّنَا ٱغْفِرْ لِى وَلِوَٰلِدَىَّ وَلِلْمُؤْمِنِينَ يَوْمَ يَقُومُ ٱلْحِسَابُ ﴿٤١﴾
ای زموږ پالونکيه! ماته مې ګناهونه را وبښه، زما دمور اوپلار ګناهونه وبښه( دا يې مخکې پر دې خبره له پوهېدو وويل چې دهغه پلار دالله دښمن دی، کله چې ورته څرګنده شوه چې هغه دالله دښمن دی له هغه بېزاره شو) او مؤمنانو ته يې په هغه ورځ ګناهونه وبښه چې خلک دخپل پالونکي په مخ کې دحساب لپاره دريږي
وَلَا تَحْسَبَنَّ ٱللَّهَ غَـٰفِلًا عَمَّا يَعْمَلُ ٱلظَّـٰلِمُونَ ۚ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍۢ تَشْخَصُ فِيهِ ٱلْأَبْصَـٰرُ ﴿٤٢﴾
او دا ګومان هيڅکله مه کوه ای رسوله! چې الله دظالمانو سزا وروسته کوي بې خبره دی له هغه څه چې ظالمانو کوم درواغ ګڼل، دالله له لا رې را ګرځول او داسې نور کارونه کوي، بلکې هغه پر دغه پوه دی، له هغه هيڅ شی پټ نه دي، خو دهغوی سزا وروسته کوي دقيامت ورځې ته دا هغه ورځ ده چې سترګې به پکې دهغه سخت امر دوېرې له امله پورته خيژی چې ويني يې
مُهْطِعِينَ مُقْنِعِى رُءُوسِهِمْ لَا يَرْتَدُّ إِلَيْهِمْ طَرْفُهُمْ ۖ وَأَفْـِٔدَتُهُمْ هَوَآءٌۭ ﴿٤٣﴾
کله چې خلک له قبرونو يې را پورته شي بلونکي ته منډې وهونکي وي، سرونه يې پورته نيولي وي له وېرې آسمان ته ګوري، هغوی ته يې سترګې نه ورګرځي، بلکې د هغه څه له وېرې شخې (سيخې) پاتې وي چې ويني به يې، زړونه يې خالي وي عقل پکښې نه وي او نه دحالت له وېرې پوهاوی وي
وَأَنذِرِ ٱلنَّاسَ يَوْمَ يَأْتِيهِمُ ٱلْعَذَابُ فَيَقُولُ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ رَبَّنَآ أَخِّرْنَآ إِلَىٰٓ أَجَلٍۢ قَرِيبٍۢ نُّجِبْ دَعْوَتَكَ وَنَتَّبِعِ ٱلرُّسُلَ ۗ أَوَلَمْ تَكُونُوٓا۟ أَقْسَمْتُم مِّن قَبْلُ مَا لَكُم مِّن زَوَالٍۢ ﴿٤٤﴾
ای رسوله! امت دې دقيامت دورځې دالله له سزا ووېروه، په دغه وخت کې به هغه کسان چې پر الله دکفر او پر هغه دشرک له امله يې پرځانو ظلم کړی ووايي: ای زموږ پالونکيه! مهلت راکړه، له موږ سزا وروسته کړه او دنيا ته مو دلږې مودې لپاره بېرته ولېږه پر تا به ايمان راوړو، دهغو رسولانو پيروي به وکړو چې موږ ته دې رالېږلي؛ نو هغوی ته به دملامتيا په توګه ځواب ورکړل شي: آيا تاسو ددنيا په ژوند کې لوړه نه وه کړې چې تاسو لره لېږد نشته ددنيا له ژوند څخه آخرت ته، له مرګ وروسته له بېرته پاڅېدو نټه کوونکي وئ
وَسَكَنتُمْ فِى مَسَـٰكِنِ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ وَتَبَيَّنَ لَكُمْ كَيْفَ فَعَلْنَا بِهِمْ وَضَرَبْنَا لَكُمُ ٱلْأَمْثَالَ ﴿٤٥﴾
او تاسو کوز شوئ دپخوانيو هغو امتونو په هستوګنځيو کې چې پر خپلو ځانو پر الله دکفر له امله ظلم کوونکي وو، لکه دهود قوم او صالح قوم او تاسوته څرګنده شوه هغه تباهي چې پر هغوی مو راوستې وه، په کتاب کې مو تاسو ته بېلګې بيان کړې ترڅو پند واخلئ خو تاسو له هغو پند وانخيست
وَقَدْ مَكَرُوا۟ مَكْرَهُمْ وَعِندَ ٱللَّهِ مَكْرُهُمْ وَإِن كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُولَ مِنْهُ ٱلْجِبَالُ ﴿٤٦﴾
او بېشکه دظالمو امتونو په هستوګنځيو کې دغو اوسېدونکو چلونه په کار واچول دنبي محمد صلی الله عليه وسلم دوژلو او دهغه دبلنې پای ته رسولو لپاره، الله د هغوی په تدبير پوهيږي له هغه هيڅ پټ ندي، ددغو خلکو تدبير کمزوی دی، هغه نه غر او نه بل څه لرې کولی شي دخپلې کمزوۍ له امله، په خلاف دالله د تدبيره دهغوی لپاره
فَلَا تَحْسَبَنَّ ٱللَّهَ مُخْلِفَ وَعْدِهِۦ رُسُلَهُۥٓ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌۭ ذُو ٱنتِقَامٍۢ ﴿٤٧﴾
نو هيڅکله ای رسوله دا ګمان مه کوه چې هغه الله چې له خپلو رسولانوسره يې دمرستې او ددين څرګندولو ژمنه کړې ده، پرځای کوونکی ندی دهغې ژمنې چې له خپلو رسولانو سره يې کړې ده، بېشکه الله برلاسی دی هيڅ شی نشي پرې برلاسی کېدلی او ژر به خپل دوستان پیاوړي کړي، له خپلو دښمنانو او دخپلو رسولانو له دوښمنانو سخت غچ اخېستونکی دی. مخ ۷ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
يَوْمَ تُبَدَّلُ ٱلْأَرْضُ غَيْرَ ٱلْأَرْضِ وَٱلسَّمَـٰوَٰتُ ۖ وَبَرَزُوا۟ لِلَّهِ ٱلْوَٰحِدِ ٱلْقَهَّارِ ﴿٤٨﴾
له کافرانو دغه غچ اخستل به په هغه ورځ ترسره کيږي چې قيامت رامنځته شي په کومه ورځ چې دغه ځمکه په بله سپينه پاکه ځمکه بدله کړل شي او اسمانونه په نورو آسمانونو بدل کړل شي، خلک له خپلو قبرونو خپل بدنونه او کړنې څرګندې کړي دهغه الله په مخکې ددرېدو لپاره چې په پاچايۍ او لويۍ کې يوازې دی، برلاسی دی پر هرڅه برلاسی کيږي پرده څوک نشي برلاسی کېدلی، غالبيږي او مغلوبيږي نه
وَتَرَى ٱلْمُجْرِمِينَ يَوْمَئِذٍۢ مُّقَرَّنِينَ فِى ٱلْأَصْفَادِ ﴿٤٩﴾
سَرَابِيلُهُم مِّن قَطِرَانٍۢ وَتَغْشَىٰ وُجُوهَهُمُ ٱلنَّارُ ﴿٥٠﴾
او ای رسوله! په هغه ورځ چې ځمکه په بله ځمکه بدله کړل شي او آسمانونه بدل کړل شي، ته به وينې کافران او مشرکان چې ځينې به له ځينو سره په ولچکو تړل شوي وي، لا سونه او پښې به يې په زولنو غاړوته ورنېږدې کړل شوي وي، او هغه جامې چې اغوندي يې له نانزړو به وي ( دا يوه سخته اور بلوونکې ماده ده) له ترېوو مخونو به يې اور پورته کيږي
لِيَجْزِىَ ٱللَّهُ كُلَّ نَفْسٍۢ مَّا كَسَبَتْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ سَرِيعُ ٱلْحِسَابِ ﴿٥١﴾
تر څو الله هر نفس ته دهغه خیر او شر بدله ورکړي چې کړي يې دي، بېشکه الله داعمالو ژر حساب اخېستونکی دی
هَـٰذَا بَلَـٰغٌۭ لِّلنَّاسِ وَلِيُنذَرُوا۟ بِهِۦ وَلِيَعْلَمُوٓا۟ أَنَّمَا هُوَ إِلَـٰهٌۭ وَٰحِدٌۭ وَلِيَذَّكَّرَ أُو۟لُوا۟ ٱلْأَلْبَـٰبِ ﴿٥٢﴾
دغه پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړل شوی قرآن دالله لخوا خلکو ته يو اعلان دی، له هغې وېرونې او سخت وعيد څخه دې ووېريږي چې پکې دي او پوه دې شي چې په حقه معبود يوازې الله دی؛ نو دهغه عبادت دې وکړي له هغه سره دې هيڅوک نه شريکوي، دسالمو عقلونو څښتنان دې له دې پند او عبرت واخلي، ځکه هغوی داسې کسان دي چې له نصيحتونو او پندونو ګټه پورته کوي. مخ ۸ له ۸ moc.hgelp