کورتفسیرالرعد (١٣)

تفسیر الرعد — Ar-Ra'd (13)

مدني · ٤٣ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

الٓمٓر ۚ تِلْكَ ءَايَـٰتُ ٱلْكِتَـٰبِ ۗ وَٱلَّذِىٓ أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ ٱلْحَقُّ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿١﴾

المر) دبقرې سورت په پیل کې دورته تورو په اړه بحث تېرشو. دغه لوړې نښې په دغه سورت کې او هغه قرآن چې پرتا نازل شوی ای رسوله! داسې حق دي چې شک پکښې نشته او پرته له شکه دالله له لوري دي، خو ډېری خلک پرې ايمان نه راوړي دسرزورۍ او لويۍ له امله. ل

ٱللَّهُ ٱلَّذِى رَفَعَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ بِغَيْرِ عَمَدٍۢ تَرَوْنَهَا ۖ ثُمَّ ٱسْتَوَىٰ عَلَى ٱلْعَرْشِ ۖ وَسَخَّرَ ٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ ۖ كُلٌّۭ يَجْرِى لِأَجَلٍۢ مُّسَمًّۭى ۚ يُدَبِّرُ ٱلْأَمْرَ يُفَصِّلُ ٱلْـَٔايَـٰتِ لَعَلَّكُم بِلِقَآءِ رَبِّكُمْ تُوقِنُونَ ﴿٢﴾

الله هغه ذات دی چې لوړ آسمانونه يې پرته له داسې ستنو پيدا کړي چې تاسو يې ووينئ، بيا پورته شو او په عرش لوړ شو داسې چې دهغه پاک ذات له شان سره ښايي پرته له څرنګوالي او مثال بیانولو څخه، دخپل مخلوق دګټو لپاره يې لمر او سپوږمۍ تابع کړل، هر يو له لمر او سپوږمۍ دالله په پوهه کې تر ټاکلې مودې ګرځي، هغه پاک ذات په اسمانونو او ځمکه کې دخپلې خوښې سره سم امر چلوي، پرخپل قدرت دلالت کوونکې نښې بيانوي تر څو دقيامت په ورځ دخپل پالونکي په مخامخ کېدو باور وکړئ، دښه کار لپاره ورته چمتو شئ

وَهُوَ ٱلَّذِى مَدَّ ٱلْأَرْضَ وَجَعَلَ فِيهَا رَوَٰسِىَ وَأَنْهَـٰرًۭا ۖ وَمِن كُلِّ ٱلثَّمَرَٰتِ جَعَلَ فِيهَا زَوْجَيْنِ ٱثْنَيْنِ ۖ يُغْشِى ٱلَّيْلَ ٱلنَّهَارَ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّقَوْمٍۢ يَتَفَكَّرُونَ ﴿٣﴾

او هغه پاک ذات دی چې ځمکه يې غوړولې ده او په هغې کې يې ټينګ ولاړ غرونه پيداکړي دي، تر څو پر خلکو ونه خوځيږي، داوبو ويالې يې پکې بهولې دي، تر څو خلک، څاروي يې، کښتونه يې او هر ډول مېوې يې پرې اوبه کړي، په هغو کې يې دوه ډوله لکه نارينه او ښځینه دڅارويو ګرځولي دي، شپه يې ورځې ته ور اغوستې ده، چې له رڼا وروسته تياره ګرځېدلې ده، پرته له شکه په دغو يادو کې دهغو خلکو لپاره دلائل او برهانونه دي چې دالله په پيدايښت کې فکر کوي او غور پکې کوي؛ نو همغوی دي چې له دلائلو او برهانونو ګټه پورته کوي

وَفِى ٱلْأَرْضِ قِطَعٌۭ مُّتَجَـٰوِرَٰتٌۭ وَجَنَّـٰتٌۭ مِّنْ أَعْنَـٰبٍۢ وَزَرْعٌۭ وَنَخِيلٌۭ صِنْوَانٌۭ وَغَيْرُ صِنْوَانٍۢ يُسْقَىٰ بِمَآءٍۢ وَٰحِدٍۢ وَنُفَضِّلُ بَعْضَهَا عَلَىٰ بَعْضٍۢ فِى ٱلْأُكُلِ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّقَوْمٍۢ يَعْقِلُونَ ﴿٤﴾

ى په ځمکه کې نږدې نږدې برخې دي، په هغې کې دانګورو باغونه دي، کښتونه دي پکښې او په يو بېخ او په بېلوبېلو بېخونو پورې دخرما ونې دي، په يو اوبو دغه باغونه او کښتونه خړوبیږي، سره له دې چې يو او بل ته نږدې دي او په يو ابو اوبيږي موږ په خوند او نورو ګټو کې يې ځينو ته پر ځينو غوراوی ورکوو، په دغه ياد شویو کې دلائل او برهانونه دي دهغه قوم لپاره چې له عقل څخه کار اخلي، ځکه هغوی داسې کسان دي چې له ترې پند اخلي

۞ وَإِن تَعْجَبْ فَعَجَبٌۭ قَوْلُهُمْ أَءِذَا كُنَّا تُرَٰبًا أَءِنَّا لَفِى خَلْقٍۢ جَدِيدٍ ۗ أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِرَبِّهِمْ ۖ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلْأَغْلَـٰلُ فِىٓ أَعْنَاقِهِمْ ۖ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلنَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَـٰلِدُونَ ﴿٥﴾

که ته له څه حيرانېږې ای رسوله!؛ نو زيات حق دا دی چې دهغوی لخوا دبېرته را پاڅېدو په درواغ ګڼلو او په نټه يې دهغوی په دې وينا له استدلال کولو حيران شې: کله چې موږ مړه، خاورې او وراسته زاړه هډوکي شو بېرته به راپاڅول کېږو او ژوندي کېږو به؟! همدوی له مرګ څخه وروسته دبېرته راپاڅېدو څخه نټه کوونکي هغه کسان دي چې په خپل پالونکي يې کفر کړی، له مرګ وروسته په بېرته راپاڅولو دهغه له قدرت يې نټه کړې ده، دقيامت په ورځ به ددوی په غاړو کې داور ځنځيرونه ور اچول کيږي، دوی داور خلک دي، تل به پکښې پاتې کېدونکي وي، له منځه تلل به نه ورته راځي او نه به ترې سزا پرې کيږي. مخ ۱ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِٱلسَّيِّئَةِ قَبْلَ ٱلْحَسَنَةِ وَقَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِمُ ٱلْمَثُلَـٰتُ ۗ وَإِنَّ رَبَّكَ لَذُو مَغْفِرَةٍۢ لِّلنَّاسِ عَلَىٰ ظُلْمِهِمْ ۖ وَإِنَّ رَبَّكَ لَشَدِيدُ ٱلْعِقَابِ ﴿٦﴾

ای رسوله! مشرکان له تا دسزا په غوښتنه کې بيړه کوي، مخکې دهغو پېرزوينو له پوره کولو چې الله هغوی ته ليکلي دي دهغې سزا راتګ پرې ورو احساسوي، له هغوی مخکې په درواغ ګڼونکو امتنونو ورته سزاوې راغلې دي؛ نو آيا پند ترې نه اخلي؟ بېشکه ستا پالونکی ای رسوله! دخلکو لپاره بښونکی دی سره دهغوی له ظلمه، په سزا ورکولو کې بيړه نه کوي ترڅو الله ته توبه وباسي، دسختې سزا ورکوونکی دی هغوکسانوته چې په خپل کفر ټينګار کوونکي دي که چېرې هغوی توبه ونه باسي

وَيَقُولُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَوْلَآ أُنزِلَ عَلَيْهِ ءَايَةٌۭ مِّن رَّبِّهِۦٓ ۗ إِنَّمَآ أَنتَ مُنذِرٌۭ ۖ وَلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ ﴿٧﴾

هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی په بې پروايۍ او ضد کې ددوام له مخې وايي: ولې پر محمد دخپل پالونکي لخوا يې کومه نښه نده نازله شوې لکه پر موسی او عيسی چې نازلې شوې دي، ای رسوله! ته يوازې وېروونکی يې خلک دالله له سزا وېروې، تا لره يوازې هغه نښې دي چې الله درکړې دي، هر قوم لره نبي وي چې حق لا رې ته يې لا رښوونه کوي او ورته ښيي يې

ٱللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَحْمِلُ كُلُّ أُنثَىٰ وَمَا تَغِيضُ ٱلْأَرْحَامُ وَمَا تَزْدَادُ ۖ وَكُلُّ شَىْءٍ عِندَهُۥ بِمِقْدَارٍ ﴿٨﴾

الله پوهيږي په هغه څه چې هره ښځينه يې په خپله خېټه کې وړي، پوهيږي په هغه څه چې په رحمونو کې کوم کمی زيادت، روغتيا او ناروغي رامنځته کيږي او دهغه پاک ذات په وړاندې هر څه اندازه کړل شوي دي چې نه ترې زياتيږي او نه کميږي

عَـٰلِمُ ٱلْغَيْبِ وَٱلشَّهَـٰدَةِ ٱلْكَبِيرُ ٱلْمُتَعَالِ ﴿٩﴾

ځکه هغه پاک ذات په هر هغه څه پوه دی چې دمخلوق له حواسو پټ دي او يا يې دهغوی حواس درک کولای شي، لوی دی په خپلو صفتونو، نومونو او کړنو کې، او له مخلوقاتو يې په هر مخلوق په ذات او صفاتو کې لوړ دی

سَوَآءٌۭ مِّنكُم مَّنْ أَسَرَّ ٱلْقَوْلَ وَمَن جَهَرَ بِهِۦ وَمَنْ هُوَ مُسْتَخْفٍۭ بِٱلَّيْلِ وَسَارِبٌۢ بِٱلنَّهَارِ ﴿١٠﴾

په راز او پټو پوه دی،د هغه په پوهه کې ای خلکو! برابر دي هغه څوک چې له تاسو وينا پټوي او څوک يې چې څرګندوي او همدارنګه برابر دي دهغه په پوهه کې هغه څوک چې دخلکو له سترګو دشپې په تياره کې پټ وي او څوک چې دورځې په رڼا کې له خپلو کړنو سره ښکاره وي

لَهُۥ مُعَقِّبَـٰتٌۭ مِّنۢ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِۦ يَحْفَظُونَهُۥ مِنْ أَمْرِ ٱللَّهِ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا۟ مَا بِأَنفُسِهِمْ ۗ وَإِذَآ أَرَادَ ٱللَّهُ بِقَوْمٍۢ سُوٓءًۭا فَلَا مَرَدَّ لَهُۥ ۚ وَمَا لَهُم مِّن دُونِهِۦ مِن وَالٍ ﴿١١﴾

إ ه هغه پاک ذات لره داسې پرېښتې دي چې ځينې يې په ځينو پسې دانسان پسې کيږي؛ نو ځينې يې دشپې ورته راځي او ځينې دورځې، دالله په امر انسان له ټولو هغو شيانو ساتي چې الله له هغو خونديتوب ورته ليکلی، ويناوې او کړنې يې ليکي، بېشکه الله دهيڅ قوم ښه حالت په بل حالت نه بدلوي، تر څو هغوی خپل ځانونه دشکر له حالت څخه بدل نکړي، کله چې الله پاک دکوم قوم دتباهۍ اراده وکړي؛ نو دهغه څه مخ نيوونکی نشته چې اراده يې کړې ده، تاسو لره ای خلکو! له الله پرته سرپرست نشته چې ستاسو دچارو سرپرستي وکړي؛ چې پناه وروړئ دهغه کړاو په مخنيوي کې چې درته رسېدلی وي

هُوَ ٱلَّذِى يُرِيكُمُ ٱلْبَرْقَ خَوْفًۭا وَطَمَعًۭا وَيُنشِئُ ٱلسَّحَابَ ٱلثِّقَالَ ﴿١٢﴾

همغه دی چې تاسو ته ای خلکو! برېښنا ښيي او له اسماني ټکو درته وېره او دباران هيله يوځای کوي، همغه دی چې دزيات باران په اوبو درنه ورېځ پيداکوي. مخ ۲ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَيُسَبِّحُ ٱلرَّعْدُ بِحَمْدِهِۦ وَٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ مِنْ خِيفَتِهِۦ وَيُرْسِلُ ٱلصَّوَٰعِقَ فَيُصِيبُ بِهَا مَن يَشَآءُ وَهُمْ يُجَـٰدِلُونَ فِى ٱللَّهِ وَهُوَ شَدِيدُ ٱلْمِحَالِ ﴿١٣﴾

او تالنده (پرېښته) دخپل پالونکي په پاکۍ بيانولو سره پاکي بيانوي چې دهغه پاک ذات له ستاينې سره مل وي، پرېښتې دخپل پالونکي له وېرې، درناوی او دهغه د لويوالي له امله پاکي بيانوي، او پر هغه چا سوځوونکي تندرونه لېږي چې له مخلوقاتو يې چاته خوښه شي، نو تباه کوي يې، او کافران دالله په يووالي کې شخړې کوي او الله دسخت بدلون او ځواک څښتن دی، هر څه چې وغواړي کوي يې

لَهُۥ دَعْوَةُ ٱلْحَقِّ ۖ وَٱلَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِهِۦ لَا يَسْتَجِيبُونَ لَهُم بِشَىْءٍ إِلَّا كَبَـٰسِطِ كَفَّيْهِ إِلَى ٱلْمَآءِ لِيَبْلُغَ فَاهُ وَمَا هُوَ بِبَـٰلِغِهِۦ ۚ وَمَا دُعَآءُ ٱلْكَـٰفِرِينَ إِلَّا فِى ضَلَـٰلٍۢ ﴿١٤﴾

يوازې الله ته دتوحيد بلنه ده هيڅوک ورسره پکښې شريک نه دي، هغه بوتان چې له الله پرته يې مشرکان وربولي دهغه چا بلنې ته چې وربولي يې په هيڅ غوښتنه کې ځواب نشي ورکولای، دهغوی لخوا يې بلنه دهغه تږي غوندې ده چې خپل لا س اوبو ته غځوي، څو يې خولې ته ورسيږي او ترې ويې څښي، خو اوبه يې خولې ته رسېدونکې نه دي، دکافرانو لخوا دبتانو رابلل يوازې ضايع کېدل او له حقه لرې کېدل دي، ځکه دهغوی لپاره نه دګټې دراکشولو او نه دزيان دمخنيوي واک لري

وَلِلَّهِ يَسْجُدُ مَن فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ طَوْعًۭا وَكَرْهًۭا وَظِلَـٰلُهُم بِٱلْغُدُوِّ وَٱلْـَٔاصَالِ ۩ ﴿١٥﴾

يوازې الله ته ټول هغه څوک چې په آسمانونو او څوک چې په ځمکه کې دي په سجده سر ټيټوي، په دې کې مؤمن او کافر برابر دي، خو دا چې مؤمن په خوښه سرتيټوي او سجده کوي او کافر په ناخوښه سرتيټوي او خپل فطرت يې اړباسي چې په خوښه ورته سرټيټ کړي او دهغه له مخلوقاتو دورځې په پيل او پای کې دهر هغه څه سيوری غاړه ږدي چې سيوری لري. ر

قُلْ مَن رَّبُّ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ قُلِ ٱللَّهُ ۚ قُلْ أَفَٱتَّخَذْتُم مِّن دُونِهِۦٓ أَوْلِيَآءَ لَا يَمْلِكُونَ لِأَنفُسِهِمْ نَفْعًۭا وَلَا ضَرًّۭا ۚ قُلْ هَلْ يَسْتَوِى ٱلْأَعْمَىٰ وَٱلْبَصِيرُ أَمْ هَلْ تَسْتَوِى ٱلظُّلُمَـٰتُ وَٱلنُّورُ ۗ أَمْ جَعَلُوا۟ لِلَّهِ شُرَكَآءَ خَلَقُوا۟ كَخَلْقِهِۦ فَتَشَـٰبَهَ ٱلْخَلْقُ عَلَيْهِمْ ۚ قُلِ ٱللَّهُ خَـٰلِقُ كُلِّ شَىْءٍۢ وَهُوَ ٱلْوَٰحِدُ ٱلْقَهَّـٰرُ ﴿١٦﴾

ى اې رسوله ووايه: هغو کافرانو ته چې له الله سره بل څوک لمانځي، څوک دی چې آسمانونه او ځمکه يې پيداکړي او دهغو دواړو چار سمبالوونکی دی؟ ای رسوله! ووايه: الله يې پيداکوونکی او دامر تدبير کوونکی دی او تاسې دغه منئ هم، اې رسوله! هغوی ته ووايه: آيا ځانونو ته مو له الله پرته داسې عاجزه دوستان نيولي دي چې خپلو ځانو ته هم نه ګټه را جلبولای شي او نه ضرر دفع کولای شي، نو دا کار به نورو ته چېرې وکولای شي؟ ورته ووايه: ای رسوله! آيا هغه کافر چې ړوند وي او هغه مؤمن چې لا ر موندونکی ليدونکی وي سره برابر دي؟ او يا هغه کفر چې تيارې دي او هغه ايمان چې رڼا ده سره برابر دي؟ او يا چې هغوی الله پاک لره په مخلوق کې کوم شريکان نيولي دي، نو آیا هغوی هم داسې څه پيداکړي دي لکه الله؟ چې دالله پيدا کړي دهغوی دشريکانو له پيداکړو سره ګډوډ شوي وي؟ هغوی ته ووايه: اې رسوله! يوازې الله دهرڅه پيداکوونکی دی، هغه لره په مخلوق کې کوم شريک نشته او هغه په الوهيت کې داسې يوازې دی چې په يوازېتوب سره د عبادت وړ دی او پر هرڅه برلاسی دی

أَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءًۭ فَسَالَتْ أَوْدِيَةٌۢ بِقَدَرِهَا فَٱحْتَمَلَ ٱلسَّيْلُ زَبَدًۭا رَّابِيًۭا ۚ وَمِمَّا يُوقِدُونَ عَلَيْهِ فِى ٱلنَّارِ ٱبْتِغَآءَ حِلْيَةٍ أَوْ مَتَـٰعٍۢ زَبَدٌۭ مِّثْلُهُۥ ۚ كَذَٰلِكَ يَضْرِبُ ٱللَّهُ ٱلْحَقَّ وَٱلْبَـٰطِلَ ۚ فَأَمَّا ٱلزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَآءًۭ ۖ وَأَمَّا مَا يَنفَعُ ٱلنَّاسَ فَيَمْكُثُ فِى ٱلْأَرْضِ ۚ كَذَٰلِكَ يَضْرِبُ ٱللَّهُ ٱلْأَمْثَالَ ﴿١٧﴾

ه الله دباطل دله منځه وړلو او حق پاتې کېدلو لپاره له آسمانه دورېدونکي باران بېلګه بيان کړې ده، تردې چې دلویوالي او کوچنوالي سره سمې ويالې پرې وبهيږي؛ نو سېل داوبو پر سر خس او خځلې پورته کړي وي او بله بېلګه يې هغوی دواړو ته دځينو هغه څه بيان کړې ده چې خلک يې له ارزښتناکه زېرمو څخه اور پرې بلوي تر څو يې اصل او هغه څه ولټوي چې خلک ځانونه پرې ښايسته کوي، نو هغه خپل زګ داسې پورته کوي لکه دغه يې چې پورته کوي، په دغو دوو بېلګو سره الله د حق او باطل بېلګې بيانوي، نو باطل دخسو او داوبو پر سر دغورځول شوي زږ غوندې وي او له زنګ څخه دمعدن پاتې خیري غوندې وي، او حق دهغو پاکو اوبو مخ ۳ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر غوندې وي چې څښل کيږي، مېوې، شينګيا او واښه را شنه کوي او هغه چې په معدن کې له خيري وروسته وي، نو خلک ترې ګټه پورته کوي، لکه څنګه چې دغه دوې بېلګې بيان کړې، الله دخلکو لپاره بېلګې بيانوي چې حق پرې له باطله بېل کړي

لِلَّذِينَ ٱسْتَجَابُوا۟ لِرَبِّهِمُ ٱلْحُسْنَىٰ ۚ وَٱلَّذِينَ لَمْ يَسْتَجِيبُوا۟ لَهُۥ لَوْ أَنَّ لَهُم مَّا فِى ٱلْأَرْضِ جَمِيعًۭا وَمِثْلَهُۥ مَعَهُۥ لَٱفْتَدَوْا۟ بِهِۦٓ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمْ سُوٓءُ ٱلْحِسَابِ وَمَأْوَىٰهُمْ جَهَنَّمُ ۖ وَبِئْسَ ٱلْمِهَادُ ﴿١٨﴾

ء ى دهغو مؤمنانو لپاره چې دخپل پالونکي دتوحيد او پيروۍ بلنه يې ومنله ښه بدله ده چې هغه جنت دی او هغه کافران چې دهغه دتوحيد او پيروۍ بلنه يې ونه منله که چېرې دهغوی لپاره په ځمکه کې دمال ټول ډولونه وي او دهغو غوندې څو برابره نور وي، هرومرو به هغوی دغه ټول له سزا دځان ژغورنې لپاره ولګوي، له دغو کسانو سره چې دهغه بلنه يې نه ده منلې دخپلو ټولو بدو کړنو حساب به کيږي، دهغوی هستوګنځی چې ورځي به دوزخ دی، بد دی دهغوی فرش او داوسېدو ځای چې هغه اور دی

۞ أَفَمَن يَعْلَمُ أَنَّمَآ أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ ٱلْحَقُّ كَمَنْ هُوَ أَعْمَىٰٓ ۚ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُو۟لُوا۟ ٱلْأَلْبَـٰبِ ﴿١٩﴾

برابر ندی هغه څوک چې پوهيږي پردې ای رسوله! چې کوم څه پر تا نازل شوي هغه ستا دپالونکي لخوا داسې حق دي چې شک پکښې نشته او دا هغه مؤمن دی چې دالله دحکمونو منونکی دی او هغه کافر چې دالله دحکمونو منونکی ندی، بېشکه په دغه سره دسمو عقلونو څښتنان پند او نصيحت ترلاسه کوي

ٱلَّذِينَ يُوفُونَ بِعَهْدِ ٱللَّهِ وَلَا يَنقُضُونَ ٱلْمِيثَـٰقَ ﴿٢٠﴾

هغه کسان چې دالله حکمونه يې منلي هغوی داسې خلک دي چې هغه ژمنې پوره کوي کومې يې چې له الله سره کړې دي او يا يې دهغه له بندګانو سره کړې دي او له الله يا بل چا سره ټينګې ژمنې نه ماتوي

وَٱلَّذِينَ يَصِلُونَ مَآ أَمَرَ ٱللَّهُ بِهِۦٓ أَن يُوصَلَ وَيَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ وَيَخَافُونَ سُوٓءَ ٱلْحِسَابِ ﴿٢١﴾

او هغوی داسې خلک دي چې دهر هغه څه پالل کوي چې الله يې له خپلوليو دپاللو امر کړی، له خپل پالونکي يې داسې وېريږي چې وېره يې دالله دحکمونو منلو او نواهيوو څخه ډډه کولو ته اړباسي او له دې ډاريږي چې الله به له هغوی سره په کړو ګناهونو يې حساب وکړي؛ نو چې له چاسره په حساب کې مناقشه وشي هغه تباه شو. ر

وَٱلَّذِينَ صَبَرُوا۟ ٱبْتِغَآءَ وَجْهِ رَبِّهِمْ وَأَقَامُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَأَنفَقُوا۟ مِمَّا رَزَقْنَـٰهُمْ سِرًّۭا وَعَلَانِيَةًۭ وَيَدْرَءُونَ بِٱلْحَسَنَةِ ٱلسَّيِّئَةَ أُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمْ عُقْبَى ٱلدَّارِ ﴿٢٢﴾

او هغوی داسې خلک دي چې دالله پر پيروۍ صبر کوي او پر هغه څه چې الله ورته په تقدير کې ليکلي له خوښۍ او بدۍ څخه، دالله دخوښۍ غوښتلو لپاره له ګناه صبر کوي، په بشپړه توګه لمونځ کوي، له هغو مالونو چې موږ ورکړي واجب حقوق ورکوي او نفلي خيرات بنده ته په پټه ورکوي دځان ښودنې له وېرې او په ښکاره ترڅو نور يې پيروي وکړي، دهغه چا بدي چې له هغوی سره يې کړې هغه ته په نېکۍ ورځوابوي، دغه چې پداسې صفتونو متصف دي هغوی لره دقيامت په ورځ ستايل شوې پايله ده

جَنَّـٰتُ عَدْنٍۢ يَدْخُلُونَهَا وَمَن صَلَحَ مِنْ ءَابَآئِهِمْ وَأَزْوَٰجِهِمْ وَذُرِّيَّـٰتِهِمْ ۖ وَٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ يَدْخُلُونَ عَلَيْهِم مِّن كُلِّ بَابٍۢ ﴿٢٣﴾

دغه ستايل شوې پايله جنتونه دي تل به پکښې له پېرزوينو برخمن اوسيږي، په هغو کې دپېرزوينو له بشپړوالي څخه يې دا دي چې له پلرونو، ميندو، مېرمنو، او له اولادونو به يې هغه څوک ورسره ننوځي چې په نېغه لا ر وو ترڅو دهغوی په ليدو يې خوښي بشپړه شي او په جنت کې به دهغوی دکورونو له ټولو دروازو پرېښتې پرې مبارکي ويونکې ننوځي. مخ ۴ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

سَلَـٰمٌ عَلَيْكُم بِمَا صَبَرْتُمْ ۚ فَنِعْمَ عُقْبَى ٱلدَّارِ ﴿٢٤﴾

هغوی ته دپرېښتو دهرکلي وينا چې کله هم پرې ورننوځي: پر تاسو دې سلام وي، سره به وي معنا دا چې دالله په پيروۍ او تقدير په تريخوالي دصبر له امله دې له هر کړاو څخه خوندي وي همدارنګه دهغه له ګناه څخه په خپل صبرکولوسره؛ نو دهغه کور پايله غوره ده چې کومه پايله ستاسو ده

وَٱلَّذِينَ يَنقُضُونَ عَهْدَ ٱللَّهِ مِنۢ بَعْدِ مِيثَـٰقِهِۦ وَيَقْطَعُونَ مَآ أَمَرَ ٱللَّهُ بِهِۦٓ أَن يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِى ٱلْأَرْضِ ۙ أُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمُ ٱللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوٓءُ ٱلدَّارِ ﴿٢٥﴾

ء او هغه خلک چې دالله ژمنې وروسته له ټينګښته ماتوي او له خپلوۍ پالنې هغه څه پرې کوي چې الله يې دپاللو امر کړی، همدوی لرې بدبخته دي هغوی لره دالله له لورېينې لرې والی دی او هغوی لره بده پايله ده چې هغه اور دی

ٱللَّهُ يَبْسُطُ ٱلرِّزْقَ لِمَن يَشَآءُ وَيَقْدِرُ ۚ وَفَرِحُوا۟ بِٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَمَا ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَا فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ إِلَّا مَتَـٰعٌۭ ﴿٢٦﴾

چاته چې الله وغواړي روزي يې پراخوي او تنګوي يې له بندګانو يې چې چاته وغواړي، دروزۍ پراخوالی دنېکمرغۍ نښه نده او نه دالله دمينې، نه يې تنګي د بدبختۍ نښه ده، کافران ددنيا په ژوند خوشحاله شول؛ نو کاږه شول او پر هغو ډاډه شول او ددنيا ژوند دآخرت په وړاندې يوازې تلونکې لږ توښه ده

وَيَقُولُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَوْلَآ أُنزِلَ عَلَيْهِ ءَايَةٌۭ مِّن رَّبِّهِۦ ۗ قُلْ إِنَّ ٱللَّهَ يُضِلُّ مَن يَشَآءُ وَيَهْدِىٓ إِلَيْهِ مَنْ أَنَابَ ﴿٢٧﴾

او هغه کسان چې پر الله او دهغه پر نښانو يې کفر کړی وايي: ولې پر محمد دخپل پالونکي لخوا يې کومه حسي نښه نده راغلې چې پر رېښتينولي يې دلالت وکړي؛ نو موږ به پرې ايمان راوړو، دغو وړانديز کوونکو ته ووایه ای رسوله!: بېشکه الله په خپل عدل سره چې چاته وغواړي لا ر ترې ورکوي او په خپله پېرزوينه لا رښوونه کوي هغه چاته چې په توبه اېستلو ورګرځي، لا رښوونه دهغوی په لا س کې نده چې دنښانو له را تګ سره يې تړاو ورکړي

ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ ٱللَّهِ ۗ أَلَا بِذِكْرِ ٱللَّهِ تَطْمَئِنُّ ٱلْقُلُوبُ ﴿٢٨﴾

دوی هغه کسان دي چې الله يې لا رښوونه کړې ده، همدوی هغه کسان دي چې ايمان يې راوړی او زړونه يې دالله په ياد، دهغه په پاکۍ بيانولو، ستاينه، دهغه د کتاب په لوستلو، اورېدلو او له دغه پرته پر نور ډول ډول يادونو آراميږي، خبر اوسئ يوازې دالله په ياد سره زړونه آراميږي او هغه ددې ډېر وړ دي

ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ طُوبَىٰ لَهُمْ وَحُسْنُ مَـَٔابٍۢ ﴿٢٩﴾

دغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی او داسې ښې کړنې يې ترسره کړي دي چې الله ته يې نږدې کوي، هغوی لره په آخرت کې ښه ژوند دی او هغوی لره غوره پايله ده چې هغه جنت دی

كَذَٰلِكَ أَرْسَلْنَـٰكَ فِىٓ أُمَّةٍۢ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهَآ أُمَمٌۭ لِّتَتْلُوَا۟ عَلَيْهِمُ ٱلَّذِىٓ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ وَهُمْ يَكْفُرُونَ بِٱلرَّحْمَـٰنِ ۚ قُلْ هُوَ رَبِّى لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ مَتَابِ ﴿٣٠﴾

ددغه لېږلو بېلګه چې مخکيني رسولان مو امتونو ته يې پرې لېږلي لکه ته مو چې ای رسوله! خپل امت ته دې لېږلی يې، هغه قرآن پر هغوی لولې چې درته وحي کړی مو دی، چې ستا درېښتينولۍ په دلالت کولو کې بسنه کوونکی دی، خو ستا دقوم حال دا دی چې له دغې نښې نټه کوي، ځکه هغوی پر الرحمن کفر کوي چې بل ورسره شريکوي، ای رسوله! هغوی ته ووايه: هغه الرحمن چې بل ورسره شريکوئ هغه زما پالونکی دی چې له هغه پرته بل معبود نشته، په خپلو ټولو چارو کې مې پر هغه بروسه کړې ده او هغه ته مې ورګرځېدل دي. مخ ۵ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَلَوْ أَنَّ قُرْءَانًۭا سُيِّرَتْ بِهِ ٱلْجِبَالُ أَوْ قُطِّعَتْ بِهِ ٱلْأَرْضُ أَوْ كُلِّمَ بِهِ ٱلْمَوْتَىٰ ۗ بَل لِّلَّهِ ٱلْأَمْرُ جَمِيعًا ۗ أَفَلَمْ يَا۟يْـَٔسِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَن لَّوْ يَشَآءُ ٱللَّهُ لَهَدَى ٱلنَّاسَ جَمِيعًۭا ۗ وَلَا يَزَالُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ تُصِيبُهُم بِمَا صَنَعُوا۟ قَارِعَةٌ أَوْ تَحُلُّ قَرِيبًۭا مِّن دَارِهِمْ حَتَّىٰ يَأْتِىَ وَعْدُ ٱللَّهِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُخْلِفُ ٱلْمِيعَادَ ﴿٣١﴾

ى ه که چېرې دالهي کتابونو څخه دکوم کتاب صفت دا وی چې غرونه له خپلو ځايونو پرې لرې شي، يا ځمکه پرې وچول شي چې نهرونه او چينې وبهوي، يا پر مړيو ولوستل شي هغوی ژوندي شي؛ نو ای رسوله! دغه پر تا نازل کړل شوی قرآن به داسې وی، هغه څرګند دليل والا او لوی اغېز والا دی که چېرې هغوی پاک زړي وای، خو هغوی نټه کوونکي دي، بلکې دمعجزو او نورو شيانو په نازلولو کې ټول واک يوازې الله لره دی، آيا پر الله باور کوونکي نه پوهيږي چې که الله پرته دنښانو له نازلولو دټولو خلکولا رښوونه غوښتی؛ نو پرته له هغو به يې ټول په لا ره کړي وای؟ خو دا يې نه دي غوښتي او تل هغو کسانو ته چې پر الله يې کفر کړی دهغوی دتر سره کړي کفر او ګناهونو له امله داسې سخت کړاو رسيږي چې ويښوي يې يا دغه کړاو هغوی ته نږدې نازليږي، تر دې چې دالله ژمنه دپيوسته سزا په نازلېدو راشي، بېشکه الله دهغه څه پوره کول نه پرېږدي چې ژمنه يې کړې وي، کله يې چې ټاکلی وخت راشي

وَلَقَدِ ٱسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍۢ مِّن قَبْلِكَ فَأَمْلَيْتُ لِلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ثُمَّ أَخَذْتُهُمْ ۖ فَكَيْفَ كَانَ عِقَابِ ﴿٣٢﴾

ته لومړی هغه رسول نه يې چې قوم يې درواغجن ګڼلی او ملنډې يې پرې وهلې دي، بېشکه له تا مخکې ای رسوله! امتونو پر خپلو رسولانو ملنډې وهلي دي او درواغجن يې ګڼلي دي، خو ما هغو کسانو ته چې پر خپلو رسولانو يې کفر کړی، مهلت ورکړی، تر دې چې هغوی دا ګومان وکړ چې زه يې تباه کوونکی نه يم، بيا وروسته له مهلته مې په ډول ډول سزاوو ونيول؛ نو هغوی لره دې زما سزا څنګه وليده؟ بېشکه سخته سزا وه

أَفَمَنْ هُوَ قَآئِمٌ عَلَىٰ كُلِّ نَفْسٍۭ بِمَا كَسَبَتْ ۗ وَجَعَلُوا۟ لِلَّهِ شُرَكَآءَ قُلْ سَمُّوهُمْ ۚ أَمْ تُنَبِّـُٔونَهُۥ بِمَا لَا يَعْلَمُ فِى ٱلْأَرْضِ أَم بِظَـٰهِرٍۢ مِّنَ ٱلْقَوْلِ ۗ بَلْ زُيِّنَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مَكْرُهُمْ وَصُدُّوا۟ عَنِ ٱلسَّبِيلِ ۗ وَمَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِنْ هَادٍۢ ﴿٣٣﴾

ايا هغه څوک چې دټول مخلوق دروزيو دساتنې دنده لري دهر نفس په ترسره کړې کړنه څارونکی دی، پر کړنو يې بدله ورکوي زيات وړ دی چې عبادت يې وشي يا دغه بتان چې هيڅ دعبادت حق نلري؟ حال دا چې کافرانو په ظلم او درواغو هغه له الله سره شريکان ګرځولي، ای رسوله! هغوی ته ووايه: نومونه واخلئ موږ ته د هغو شريکانو چې تاسو يې له الله سره عبادت کوئ که چېرې په خپله دعوی کې رېښتيني وئ يا الله ته په ځمکه کې دهغو شريکانو خبر ورکوئ چې پرې نه پوهيږي او يا دسرسري وينا خبر ورکوئ چې حقيقت نلري؟ بلکې شيطان هغو کسانو ته چې کفر يې کړی دهغوی چل ښايسته کړی؛ نو پر الله يې کفر وکړ او هغوی يې د سمون اولا رښوونې له لا رې را وګرځول، څوک چې الله دسمون له لا رې لا ر ورکي کړي هغو لره کوم لا رښود نشته چې لا رښوونه يې وکړي

لَّهُمْ عَذَابٌۭ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ۖ وَلَعَذَابُ ٱلْـَٔاخِرَةِ أَشَقُّ ۖ وَمَا لَهُم مِّنَ ٱللَّهِ مِن وَاقٍۢ ﴿٣٤﴾

هغوی لره ددنيا په ژوند کې دمؤمنانو پر لا سونو رسېدلې دوژلو او بندي کولو سزا ده او دآخرت هغه سزا چې انتظار يې کوي پر هغوی ددنيا له سزا ډېره سخته او درنه ده، ځکه په هغو کې سختوالی او داسې دوام دی چې نه ختميږي او دقيامت په ورځ هغوی لره کوم خنډ نشته چې دالله له سزا يې وساتي

۞ مَّثَلُ ٱلْجَنَّةِ ٱلَّتِى وُعِدَ ٱلْمُتَّقُونَ ۖ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ ۖ أُكُلُهَا دَآئِمٌۭ وَظِلُّهَا ۚ تِلْكَ عُقْبَى ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوا۟ ۖ وَّعُقْبَى ٱلْكَـٰفِرِينَ ٱلنَّارُ ﴿٣٥﴾

دهغه جنت صفت چې الله يې له ځان ساتونکو سره ژمنه کړې دهغه دحکمونو پر ځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره چې تر ماڼيو او ونولا ندې به يې نهرونه بهيږي، مېوې به يې تل وي نه به ختميږي ددنيا دمېوو سر چپه، سيوری به يې تل وي نه به ورکيږي او نه به ټوليږي، دغه دهغو کسانو پايله ده چې له الله څخه دهغه د حکمونو پر ځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېريږي او دکافرانو پايله اور دی ورننوځي به تل به پکښې اوسېدونکي وي. مخ ۶ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَٱلَّذِينَ ءَاتَيْنَـٰهُمُ ٱلْكِتَـٰبَ يَفْرَحُونَ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيْكَ ۖ وَمِنَ ٱلْأَحْزَابِ مَن يُنكِرُ بَعْضَهُۥ ۚ قُلْ إِنَّمَآ أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ ٱللَّهَ وَلَآ أُشْرِكَ بِهِۦٓ ۚ إِلَيْهِ أَدْعُوا۟ وَإِلَيْهِ مَـَٔابِ ﴿٣٦﴾

ه هغه يهوديان چې تورات مو ورکړی او هغه نصارا چې انجيل مو ورکړی دی، ای رسوله! پر هغه څه خوشحاليږي چې پرتا نازليږي له ځينې هغه څه سره دموافق کېدو له امله چې پر هغوی نازل کړل شوي و، له يهودانو اونصاراوو ځينې ډلې له ځينو هغه څه نټه کوي چې تاته نازل کړل شوي دي چې دهغوی له نفسي غوښتنو سره سم ندي او يا يې هغوی په تبديلۍ او تحريف سره بيانوي، ای رسوله! ورته ووايه: بېشکه ماته الله امر کړی چې يوازې دهغه عبادت وکړم او له هغه سره بل شريک نکړم، يوازې هغه راوبولم بل را ونه بولم، يوازې هغه ته مېيورګرځېدل دي او په همدې سره تورات او انجيل راغلي دي

وَكَذَٰلِكَ أَنزَلْنَـٰهُ حُكْمًا عَرَبِيًّۭا ۚ وَلَئِنِ ٱتَّبَعْتَ أَهْوَآءَهُم بَعْدَ مَا جَآءَكَ مِنَ ٱلْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ ٱللَّهِ مِن وَلِىٍّۢ وَلَا وَاقٍۢ ﴿٣٧﴾

دپخوانيو کتابونو دخپلو قومونو په ژبو دنازلېدو غوندې پر تا مو هم ای رسوله! قرآن څرګنده حق بيانوونکي عربي وينا نازله کړې ده، که چېرې ای رسوله! دکتاب د څښتنانو دنفسي غوښتنو پيروي وکړې ستا سره دهغوی په معامله کې دهغه څه په لرې کولو چې دهغوی له نفسي غوښتنو سره سم ندي وروسته دهغې پوهې له راتګه چې الله تاته ښوولې ده؛ نو تا لره دالله لخوا کوم دوست نشته چې ستا کار خوښ کړي او ددوښمنانو پر وړاندې دې مرسته وکړي او نه تا لره کوم خنډ شته چې د الله له سزا دې مخه ونيسي

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًۭا مِّن قَبْلِكَ وَجَعَلْنَا لَهُمْ أَزْوَٰجًۭا وَذُرِّيَّةًۭ ۚ وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَن يَأْتِىَ بِـَٔايَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۗ لِكُلِّ أَجَلٍۢ كِتَابٌۭ ﴿٣٨﴾

أ جل كتاب له تا مخکې مو ای رسوله! له انسانانو رسولان لېږلي، ته له رسولانو نوی نه يې، هغوی لره مو مېرمنې ګرځولې، هغوی لره مو دټولو انسانانو غوندې اولادونه ګرځولي، هغوی مو پرېښتې نه دي ګرځولې، چې نه ودونه کوي او نه اولادونه زيږوي او ته له همدغو رسولانو يې چې هغوی انسانان دي ودونه کوي اولادونه زيږوي؛ نو مشرکان ستا له داسې کېدو ولې حيرانيږي؟ درسول لپاره سمه نده چې له ځانه کومه نښانه راوړي خو دا چې الله دهغې دراوړلو اجازه وکړي، دهر کار لپاره چې الله يې پرېکړه کړې کتاب شته چې دغه پکښې ياد شوي دي او داسې نېته شته چې نه مخته کيږي او نه وروسته

يَمْحُوا۟ ٱللَّهُ مَا يَشَآءُ وَيُثْبِتُ ۖ وَعِندَهُۥٓ أُمُّ ٱلْكِتَـٰبِ ﴿٣٩﴾

الله له منځه وړي هغه څه چې له منځه وړل يې وغواړي له خير او شره، نېکمرغۍ او بدمرغۍ او داسې نورو شيانو څخه او پر ځای پرېږدي کوم څه چې وغواړي، له هغه سره لوح محفوظ دی چې هغه ددغو ټولو دورګرځېدو ځای دی او له منځه وړو او پرېښودو چې څه څرګنديږي له هغه څه سره سم دي چې په لوح محفوظ کې دي

وَإِن مَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ ٱلَّذِى نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِنَّمَا عَلَيْكَ ٱلْبَلَـٰغُ وَعَلَيْنَا ٱلْحِسَابُ ﴿٤٠﴾

او که موږ تاته در وښيو ای نبي! ځينې هغه سزا چې له هغوی سره مو ژمنه کړې مخکې ستا تر مړينې؛ نو دا زموږ کار دی او که دې مړ کړو مخکې تردې چې تاته هغه دروښيو؛ نو پر تا يوازې دهغه څه رسونه ده چې پر رسولو مو امر درته کړی او پرتا دهغوی سزا او دهغوی حساب نشته، دغه پر موږ دي

أَوَلَمْ يَرَوْا۟ أَنَّا نَأْتِى ٱلْأَرْضَ نَنقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَا ۚ وَٱللَّهُ يَحْكُمُ لَا مُعَقِّبَ لِحُكْمِهِۦ ۚ وَهُوَ سَرِيعُ ٱلْحِسَابِ ﴿٤١﴾

آيا دغو کافرانو ونه ليدل چې څنکه موږ دکفر ځمکې ته راځو داسلام په خپرېدو دمسلمانانو په بريا يې څنډې ورکموو، الله دخپلو بندګانو ترمنځ دهغه څه حکم او پرېکړه کوي چې ويې غواړي، هيڅوک نشته چې دهغه پرېکړه ماته، تغيير يا بدله کړي، هغه پاک ذات ژر حساب کوونکی دی، له لومړنيو او وروستنيو سره په يوه ورځ کې حساب کوي. مخ ۷ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَقَدْ مَكَرَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَلِلَّهِ ٱلْمَكْرُ جَمِيعًۭا ۖ يَعْلَمُ مَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍۢ ۗ وَسَيَعْلَمُ ٱلْكُفَّـٰرُ لِمَنْ عُقْبَى ٱلدَّارِ ﴿٤٢﴾

او مخکېنيو امتونو له خپلو نبيانو سره چل وکړ او هغوی ته يې دامونه کېښودل او هغه څه يې درواغ وګڼل چې هغوی ورسره راغلي وو، نو هغوی لره يې په خپل تدبير څه وکړل؟ هيڅ، ځکه اغېزناکه تدبير يوازې دالله دی، نه دبل چا، لکه څنګه چې الله پاک هغه ذات دی چې دخپل مخلوق پر ټولو کړنو پوهيږي، له هغه هيڅ هم ترې نه پټيږي، او هغه مهال به دغه درواغ ګڼونکي ژر پوه شي چې پر الله ايمان نه راوړلو کې څومره تېروتي وو، او مؤمنان څومره په حقه وو، چې پر دغه يې جنت او ښه پايله ترلاسه کړل

وَيَقُولُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَسْتَ مُرْسَلًۭا ۚ قُلْ كَفَىٰ بِٱللَّهِ شَهِيدًۢا بَيْنِى وَبَيْنَكُمْ وَمَنْ عِندَهُۥ عِلْمُ ٱلْكِتَـٰبِ ﴿٤٣﴾

او هغه کسان چې کفر يې کړی وايي: ته ای محمده! دالله لخوا نه يې لېږل شوی، ورته ووايه: ای رسوله! زما او ستاسو تر منځ الله دشاهد په توګه بسنه کوونکی دی پر دې خبره چې زه دخپل پالونکي لخوا تاسوته لېږل شوی يم، له هغه سره دآسماني کتابونو پوهه ده چې په هغو کې زما صفت دی او دچا پر رېښتينولۍ چې الله شاهد وي؛ نو دهغه چا درواغ ګڼل زيان نه ورته رسوي چې درواغ يې ګني. مخ ۸ له ۸ moc.hgelp

زده کړه · الرعد — Ar-Ra'd

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې