کورتفسیريوسف (١٢)

تفسیر يوسف — Yusuf (12)

مکي · ١١١ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

الٓر ۚ تِلْكَ ءَايَـٰتُ ٱلْكِتَـٰبِ ٱلْمُبِينِ ﴿١﴾

الر) ددغو او دېته ورته تورو په اړه بحث دبقرې سورت په پیل کې تېر شو. دغه آيتونه چې په دغه سورت کې نازل کړل شوي دي دڅرګند قرآن له آيتونو څخه دي چې پر هغه مشتمل دی. ي

إِنَّآ أَنزَلْنَـٰهُ قُرْءَٰنًا عَرَبِيًّۭا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿٢﴾

بېشکه موږ قرآن په عربي ژبه نازل کړی دی تر څو ای عربو تاسو يې په معناوو پوه شئ

نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ ٱلْقَصَصِ بِمَآ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانَ وَإِن كُنتَ مِن قَبْلِهِۦ لَمِنَ ٱلْغَـٰفِلِينَ ﴿٣﴾

ای رسوله! موږ پر تا غوره کيسې بيانوو دهغو درېښتينولۍ، دهغو دالفاظو دسلامتۍ او بلاغت له امله چې دغه قرآن مو درباندې نازل کړی دی او بېشکه ته دهغه له نازلېدو مخکې له دغو کيسو څخه له بې خبرو څخه وې، تا لره پر دغه پوهه نه وه

إِذْ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ يَـٰٓأَبَتِ إِنِّى رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًۭا وَٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ رَأَيْتُهُمْ لِى سَـٰجِدِينَ ﴿٤﴾

موږ تا خبروو ای رسوله! کله چې يوسف عليه السلام خپل پلار يعقوب عليه السلام ته وويل: ای پلارجانه! بېشکه ما په خوب کې يولس ستوري وليدل، لمر او سپوږمۍ مې وليدل، دا ټول مې وليدل چې ما لره سجده کوونکي وو، دغه خوب ديوسف عليه السلام لپاره يو بيړنی زيری و. و

قَالَ يَـٰبُنَىَّ لَا تَقْصُصْ رُءْيَاكَ عَلَىٰٓ إِخْوَتِكَ فَيَكِيدُوا۟ لَكَ كَيْدًا ۖ إِنَّ ٱلشَّيْطَـٰنَ لِلْإِنسَـٰنِ عَدُوٌّۭ مُّبِينٌۭ ﴿٥﴾

يعقوب عليه السلام خپل زوی يوسف عليه السلام ته وويل: ای زوکيه! خپلو وروڼو ته دې خوب مه بيانوه چې پرې پوه شي، کينه به درسره وکړي؛ نوهغوی به له خپل لوري ددوکې او کينې په توګه تدبير درته ونيسي، بېشکه شیطان دانسان لپاره له ښکاره دوښمنۍ سره دوښمن دی

وَكَذَٰلِكَ يَجْتَبِيكَ رَبُّكَ وَيُعَلِّمُكَ مِن تَأْوِيلِ ٱلْأَحَادِيثِ وَيُتِمُّ نِعْمَتَهُۥ عَلَيْكَ وَعَلَىٰٓ ءَالِ يَعْقُوبَ كَمَآ أَتَمَّهَا عَلَىٰٓ أَبَوَيْكَ مِن قَبْلُ إِبْرَٰهِيمَ وَإِسْحَـٰقَ ۚ إِنَّ رَبَّكَ عَلِيمٌ حَكِيمٌۭ ﴿٦﴾

لکه څنګه چې دې دغه خوب ليدلی ای يوسفه خپل پالونکی به دې غوره کړي او دخوب تعبير به درته وښيي، دنبوت په درکړه به خپله پېرزوينه درباندې بشپړه کړي لکه څنګه چې يې له تا مخکې ستا پر پلرونو ابراهيم او اسحاق عليهما السلام بشپړه کړې وه، بېشکه ستا پالونکی پر خپل مخلوق ښه پوه دی په خپل تدبير کې حکيم دی

۞ لَّقَدْ كَانَ فِى يُوسُفَ وَإِخْوَتِهِۦٓ ءَايَـٰتٌۭ لِّلسَّآئِلِينَ ﴿٧﴾

بېشکه ديوسف عليه السلام او دهغه دوروڼو په خبر کې دهغوی دخبرونو دپوښتونکو لپاره پندونه او نصيحتونه دي

إِذْ قَالُوا۟ لَيُوسُفُ وَأَخُوهُ أَحَبُّ إِلَىٰٓ أَبِينَا مِنَّا وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّ أَبَانَا لَفِى ضَلَـٰلٍۢ مُّبِينٍ ﴿٨﴾

کله چې يې وروڼو په خپل منځ کې وويل: يوسف او دهغه سکنی ورور مو پلار ته ترموږ ډېر ګران دی حال دا چې موږ يوه ډله زيات شمېر يو؛ نو څنګه يې هغوی دواړو ته پر موږ غوراوی ورکړی؟ بېشکه موږ هغه په ښکاره تېروتنه کې وينو چې هغوی ته يې پرموږ غوراوی ورکړی دی پرته له کوم داسې لا مل څخه چې موږ ته دې ښکاره شي. مخ ۱ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

ٱقْتُلُوا۟ يُوسُفَ أَوِ ٱطْرَحُوهُ أَرْضًۭا يَخْلُ لَكُمْ وَجْهُ أَبِيكُمْ وَتَكُونُوا۟ مِنۢ بَعْدِهِۦ قَوْمًۭا صَـٰلِحِينَ ﴿٩﴾

يوسف ووژنئ يا يې په لرې ځمکه کې ورک کړئ، دپلار مخ به يوازې تاسو ته شي؛ نو په بشپړه مينه به مينه درسره کوي او تاسو به وروسته له دې چې دهغه وژل يا ورکول ترسره کړئ ښه خلک شئ کله چې له خپلې ګناه توبه وباسئ

قَالَ قَآئِلٌۭ مِّنْهُمْ لَا تَقْتُلُوا۟ يُوسُفَ وَأَلْقُوهُ فِى غَيَـٰبَتِ ٱلْجُبِّ يَلْتَقِطْهُ بَعْضُ ٱلسَّيَّارَةِ إِن كُنتُمْ فَـٰعِلِينَ ﴿١٠﴾

له وروڼو يوه وويل: يوسف مه وژنئ بلکې دڅاه تل ته يې وغورځوئ ځينې هغه مسافرين به يې ورسره پورته کړي چې پرې تېريږي، دا يې تر وژلو کم ضرر دی، که چېرې تاسو دهغه څه هوډ لرئ چې دهغه په اړه مو وويل. م

قَالُوا۟ يَـٰٓأَبَانَا مَا لَكَ لَا تَأْمَ۫نَّا عَلَىٰ يُوسُفَ وَإِنَّا لَهُۥ لَنَـٰصِحُونَ ﴿١١﴾

کله چې دهغه په لرې کولو په يوه خوله شول، خپل پلار يعقوب عليه السلام ته يې وويل: ای زموږ پلاره! تا لره څه دي چې موږ ديوسف په اړه امينان نه ګرځوې؟ موږ پر هغه ډارېږو، له هغه څه به يې ساتو چې زيان ورته رسوي او يوازې دهغه دساتنې او رعايت لپاره يو تر څو تاته روغ راوګرځي؛ نو څه شی دې هغه له موږ سره له لېږلو راګرځوي؟ أرسله معنا غدا يرتع ويلعب وإ ن اله لحفظون

أَرْسِلْهُ مَعَنَا غَدًۭا يَرْتَعْ وَيَلْعَبْ وَإِنَّا لَهُۥ لَحَـٰفِظُونَ ﴿١٢﴾

اجازه راکړه چې سبا هغه له ځان سره واخلو، له خوراک به خوند واخلي، ډېر به خوشحاله شي او موږ يې له هر هغه زيانه ساتونکي يو چې هغه ته رسيږي

قَالَ إِنِّى لَيَحْزُنُنِىٓ أَن تَذْهَبُوا۟ بِهِۦ وَأَخَافُ أَن يَأْكُلَهُ ٱلذِّئْبُ وَأَنتُمْ عَنْهُ غَـٰفِلُونَ ﴿١٣﴾

يعقوب عليه السلام خپلو زامنو ته وويل: بېشکه ستاسو لخوا دهغه په بیولو غمجنېږم ځکه زه دهغه جدايي نشم زغملی او زه پر هغه ډارېږم چې لېوه به يې وخوري په داسې حال کې چې تاسو په څرودلو او لوبو له هغه بې پروا شئ

قَالُوا۟ لَئِنْ أَكَلَهُ ٱلذِّئْبُ وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّآ إِذًۭا لَّخَـٰسِرُونَ ﴿١٤﴾

هغوی يې خپل پلار ته وويل: که چېرې لېوه يوسف وخوري سره له دې چې موږ يوه ډله يو، بېشکه په داسې حالت کې په موږ کې هيڅ خير نشته؛ نو موږ زيانمن يو چې هغه له لېوه ونشو ژغورلی

فَلَمَّا ذَهَبُوا۟ بِهِۦ وَأَجْمَعُوٓا۟ أَن يَجْعَلُوهُ فِى غَيَـٰبَتِ ٱلْجُبِّ ۚ وَأَوْحَيْنَآ إِلَيْهِ لَتُنَبِّئَنَّهُم بِأَمْرِهِمْ هَـٰذَا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿١٥﴾

نو يعقوب عليه السلام هغه ورسره ولېږی، کله چې يې لرې بوتی او دڅاه تل ته دغورځولو هوډ يې وکړ، موږ په دغه حال کې يوسف ته وحي وکړه: هرومرو به هغوی په دغه کړنه يې خبر کړې حال داچې ستا دخبر ورکولو په حال کې به هغوی په تا نه پوهيږي

وَجَآءُوٓ أَبَاهُمْ عِشَآءًۭ يَبْكُونَ ﴿١٦﴾

ديوسف عليه السلام وروڼه خپل پلار ته دماخوستن په وخت کې راغلل، دخپلې دوکې درواجولو په موخه يې ژړل

قَالُوا۟ يَـٰٓأَبَانَآ إِنَّا ذَهَبْنَا نَسْتَبِقُ وَتَرَكْنَا يُوسُفَ عِندَ مَتَـٰعِنَا فَأَكَلَهُ ٱلذِّئْبُ ۖ وَمَآ أَنتَ بِمُؤْمِنٍۢ لَّنَا وَلَوْ كُنَّا صَـٰدِقِينَ ﴿١٧﴾

هغوی وويل: ای پلاره! موږ ولاړو په منډه وهلو کې مو سيالي کوله او غشي مو وېشتل، يوسف مو له خپلو جامو او توښو سره پرېښود ترڅو يې وساتي؛ نو لېوه وخوړ، ته موږ لره تصديق کوونکی نه يې که څه هم موږ په حقيقت کې دهغه څه په اړه رېښتيني وو چې پرې خبر مو کړې. مخ ۲ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَجَآءُو عَلَىٰ قَمِيصِهِۦ بِدَمٍۢ كَذِبٍۢ ۚ قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ أَمْرًۭا ۖ فَصَبْرٌۭ جَمِيلٌۭ ۖ وَٱللَّهُ ٱلْمُسْتَعَانُ عَلَىٰ مَا تَصِفُونَ ﴿١٨﴾

تصفون خپل خبر يې په دوکه پياوړی کړ، چې ديوسف کميس يې دهغه له وينو پرته په نورو وينو لړلی راوړ، داسې وهم اچوونکي وو چې دا دلېوه لخوا دهغه دخوړلو پاتې شوني دي؛ نو يعقوب عليه السلام دهغوی پر درواغو پوه شو په دغه نښه چې کميس ندی څيرل شوی، هغوی ته يې وويل: معامله داسې نده لکه تاسو چې خبر راکړ، بلکې تاسو لره مو نفسونو هغه بده چاره ښايسته کړې ده چې تر سره کړې مو ده؛ نو زما کار داسې صبر کول دي چې وير پکښې نه وي او له الله څخه مرسته غوښتل دي ديوسف دهغې معاملې په اړه چې تاسو يې بیانوئ

وَجَآءَتْ سَيَّارَةٌۭ فَأَرْسَلُوا۟ وَارِدَهُمْ فَأَدْلَىٰ دَلْوَهُۥ ۖ قَالَ يَـٰبُشْرَىٰ هَـٰذَا غُلَـٰمٌۭ ۚ وَأَسَرُّوهُ بِضَـٰعَةًۭ ۚ وَٱللَّهُ عَلِيمٌۢ بِمَا يَعْمَلُونَ ﴿١٩﴾

يعملون تېرېدونکې قافله راغله، هغه څوک يې ولېږئ چې هغوی لره اوبه لټوي، هغه خپله سلواغه په څاه کې خوشې کړه، يوسف په رسۍ پورې نېښتی و، کله چې رسۍ خوشي کوونکي وليدی له خوشحالۍ نه يې وويل: ای زما زېری دا هلک دی، اوبو راوړونکي او ځينو ملګرو يې هغه له نورې قافلې څخه په دې ګومان پټ کړ چې هغه يو سوداګريز توکی دی چې سوداګري به پرې وکړي، الله په هغه څه ښه پوه دی چې هغوی ديوسف کوم بدلول او پلورل کوي، دهغوی له کړنې هيڅ هم ترې پټ ندي

وَشَرَوْهُ بِثَمَنٍۭ بَخْسٍۢ دَرَٰهِمَ مَعْدُودَةٍۢ وَكَانُوا۟ فِيهِ مِنَ ٱلزَّٰهِدِينَ ﴿٢٠﴾

اوبه راوړونکي او ملګرو يې هغه په مصر ښار کې په لږو پيسو وپلوره، دهغو درهمونو شمېر دلږوالي له امله آسانه و، هغوی په تېزۍ ور څخه دخلاصون له امله له پيسو بې پروا و، هغوی يې له حاله پوه شول چې هغه مرېيی ندی او دهغه له کورنۍ څخه پر ځانونو وډار شول، دا پر هغه دالله دلورېينې له بشپړېدو څخه دي چې له هغوی سره زيات پاتې نشي

وَقَالَ ٱلَّذِى ٱشْتَرَىٰهُ مِن مِّصْرَ لِٱمْرَأَتِهِۦٓ أَكْرِمِى مَثْوَىٰهُ عَسَىٰٓ أَن يَنفَعَنَآ أَوْ نَتَّخِذَهُۥ وَلَدًۭا ۚ وَكَذَٰلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِى ٱلْأَرْضِ وَلِنُعَلِّمَهُۥ مِن تَأْوِيلِ ٱلْأَحَادِيثِ ۚ وَٱللَّهُ غَالِبٌ عَلَىٰٓ أَمْرِهِۦ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٢١﴾

اوکوم سړي چې هغه په مصر کې واخيست خپلې مېرمنې ته وويل: ښه ورسره وکړه او زموږ سره په اوسېدو کې يې درناوی وکړه، کېدای شي په هستوګنه کې موږ ته د هغه څه په اړه ګټه ورسوي چې ورته اړ يو او يايې په زوی نيولو سره زوی وګرځوو، لکه څنګه چې مو يوسف له وژلو وژغوری، له څاه مو را واېست، پر هغه مو د (مصر) دعزيز زړه نرم کړ، هغه ته مو په مصر کې ځای ورکړ، تر څو هغه ته يې دخوب تعبير وروښايو، الله په خپله پرېکړه برلاسی دی، پرېکړه يې ترسره کېدونکې ده، هغه پاک ذات لره کوم اړ اېستونکی نشته، خو ډېری خلک چې کافران دي پر دې نه پوهيږي

وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُۥٓ ءَاتَيْنَـٰهُ حُكْمًۭا وَعِلْمًۭا ۚ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُحْسِنِينَ ﴿٢٢﴾

کله چې يوسف دبدن دسختوالي عمر ته ورسېده هغه ته مو فهم او پوهه ورکړل، ددغې بدلې غوندې چې هغه ته مو ورکړه موږ نېکانو ته دهغوی الله ته دعبادت بدله ورکوو

وَرَٰوَدَتْهُ ٱلَّتِى هُوَ فِى بَيْتِهَا عَن نَّفْسِهِۦ وَغَلَّقَتِ ٱلْأَبْوَٰبَ وَقَالَتْ هَيْتَ لَكَ ۚ قَالَ مَعَاذَ ٱللَّهِ ۖ إِنَّهُۥ رَبِّىٓ أَحْسَنَ مَثْوَاىَ ۖ إِنَّهُۥ لَا يُفْلِحُ ٱلظَّـٰلِمُونَ ﴿٢٣﴾

دعزيز مېرمنې په نرمۍ او دوکې کارولو له يوسف عليه السلام څخه دناروا کار غوښتنه وکړه، دروازې يې بندې کړې ترڅو ښه يوازې شي، او ورته ويې ويل: ماته راشه او راځه، يوسف عليه السلام وويل: په الله پناه غواړم له هغه څه چې ور ودې بلم، بېشکه له ما سره مې بادار له ځان سره په اوسولو کې ښه وکړل؛ نو هيڅکله خيانت نه ورسره کوم، که مې خيانت ورسره وکړ زه به ظالم وم، بېشکه چې ظالمان نه بریالي کيږي. مخ ۳ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَلَقَدْ هَمَّتْ بِهِۦ ۖ وَهَمَّ بِهَا لَوْلَآ أَن رَّءَا بُرْهَـٰنَ رَبِّهِۦ ۚ كَذَٰلِكَ لِنَصْرِفَ عَنْهُ ٱلسُّوٓءَ وَٱلْفَحْشَآءَ ۚ إِنَّهُۥ مِنْ عِبَادِنَا ٱلْمُخْلَصِينَ ﴿٢٤﴾

بېشکه دهغې زړه ناروا کړنې ته وشو او هغه هم په ځان دغه خطره احساس کړ که چېرې يې دالله نښې نه وای ليدلې چې له دغه يې راګرځوي او لرې کوي يې، موږ دغه ورته وښودل تر څو ناروا ورڅخه وګرځوو، له زنا او خيانت څخه يې لرې کړو، بېشکه يوسف درسالت او نبوت لپاره زموږ له غوره کړل شويو بندګانو څخه دی

وَٱسْتَبَقَا ٱلْبَابَ وَقَدَّتْ قَمِيصَهُۥ مِن دُبُرٍۢ وَأَلْفَيَا سَيِّدَهَا لَدَا ٱلْبَابِ ۚ قَالَتْ مَا جَزَآءُ مَنْ أَرَادَ بِأَهْلِكَ سُوٓءًا إِلَّآ أَن يُسْجَنَ أَوْ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ ﴿٢٥﴾

يسجن أو عذاب أليم دواړو دروازې خواته منډې کړې، يوسف ددې لپاره چې ځان وژغوري او هغې ددې لپاره چې ديوسف دوتلو مخه ونيسي، هغې يوسف تر کميس ونيوه تر څو يې له وتلو راوګرځوي، چې دشا لخوا يې څيرې کړ، دواړو دهغې مېړه له دروازې سره وموند، دعزيز مېرمنې دچل کوونکې په توګه عزيز ته وويل: چا چې ستا له مېرمنې سره دناروا کړنې هوډ کړی وي ای عزيزه! دهغه سزا به نه وي مګر بندخونه او يا دا چې دردوونکې سزا ورکړل شي

قَالَ هِىَ رَٰوَدَتْنِى عَن نَّفْسِى ۚ وَشَهِدَ شَاهِدٌۭ مِّنْ أَهْلِهَآ إِن كَانَ قَمِيصُهُۥ قُدَّ مِن قُبُلٍۢ فَصَدَقَتْ وَهُوَ مِنَ ٱلْكَـٰذِبِينَ ﴿٢٦﴾

يوسف عليه السلام وويل: هغه وه چې له ما يې دناروا غوښتنه وکړه او ما يې اراده نه وه کړې، نو يو شاهد دهغې له کورنۍ را پورته شو، په خپلې داسې وينا سره يې شاهدي ورکړه چې که ديوسف قميص له مخې څېرې وي، نو دا دهغې - مېرمنې - درېښتينولۍ نخښه ده، ځکه دا داسې شو چې هغې له ځانه منع کولو؛ او هغه - یوسف علیه السلام - درواغجن دی

وَإِن كَانَ قَمِيصُهُۥ قُدَّ مِن دُبُرٍۢ فَكَذَبَتْ وَهُوَ مِنَ ٱلصَّـٰدِقِينَ ﴿٢٧﴾

او که يې کميس دشا لخوا څيرې شوی وي؛ نو دا دهغه درېښتينولۍ نښه ده، ځکه هغې به يوسف ځانته هڅاوه او هغه به ترې تېښته کوونکی واو دا درواغجنه ده

فَلَمَّا رَءَا قَمِيصَهُۥ قُدَّ مِن دُبُرٍۢ قَالَ إِنَّهُۥ مِن كَيْدِكُنَّ ۖ إِنَّ كَيْدَكُنَّ عَظِيمٌۭ ﴿٢٨﴾

کله چې عزيز وليدل چې ديوسف عليه السلام کميس دشا لخوا څيرې شوی دی، ديوسف عليه السلام رېښتينولي ثابته شوه، او ويې ويل: بېشکه دغه تور چې هغې پرې لګولی دی ای دښځو ډلې ستاسو دچلونو له ډلې څخه دی، بېشکه ستاسو چل يو پياوړی چل دی

يُوسُفُ أَعْرِضْ عَنْ هَـٰذَا ۚ وَٱسْتَغْفِرِى لِذَنۢبِكِ ۖ إِنَّكِ كُنتِ مِنَ ٱلْخَاطِـِٔينَ ﴿٢٩﴾

او يوسف ته يې وويل: ای يوسفه! له دغه کار څخه مخ واړوه او هيچاته يې مه يادوه، او ته (ای مېرمنې) دخپلې ګناه لپاره بښنه وغواړه، بېشکه ته له ګناهکارانو څخه يې ديوسف له خپل ځان څخه دتېر اېستلو له امله

۞ وَقَالَ نِسْوَةٌۭ فِى ٱلْمَدِينَةِ ٱمْرَأَتُ ٱلْعَزِيزِ تُرَٰوِدُ فَتَىٰهَا عَن نَّفْسِهِۦ ۖ قَدْ شَغَفَهَا حُبًّا ۖ إِنَّا لَنَرَىٰهَا فِى ضَلَـٰلٍۢ مُّبِينٍۢ ﴿٣٠﴾

دهغې خبر په ښار کې خپور شو، يوې ډلې ښځو دانکار په ډول وويل: دعزيز مېرمن خپل مريی ځانته وربولي، بېشکه دهغه مينه يې دزړه پوښ ته رسېدلې ده، بېشکه موږ هغه ديوسف دتېر اېستلو او له هغه سره دمينې له امله چې مريی يې دی په څرګنده لا ر ورکۍ کې وينو. مخ ۴ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

فَلَمَّا سَمِعَتْ بِمَكْرِهِنَّ أَرْسَلَتْ إِلَيْهِنَّ وَأَعْتَدَتْ لَهُنَّ مُتَّكَـًۭٔا وَءَاتَتْ كُلَّ وَٰحِدَةٍۢ مِّنْهُنَّ سِكِّينًۭا وَقَالَتِ ٱخْرُجْ عَلَيْهِنَّ ۖ فَلَمَّا رَأَيْنَهُۥٓ أَكْبَرْنَهُۥ وَقَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ وَقُلْنَ حَـٰشَ لِلَّهِ مَا هَـٰذَا بَشَرًا إِنْ هَـٰذَآ إِلَّا مَلَكٌۭ كَرِيمٌۭ ﴿٣١﴾

کله چې دعزيز مېرمنې دځان په اړه دهغوی بد ګڼل او دهغوی لخوا يې خپل غيبت واورېده هغوی ته يې بلنه ورکړه تر څو يوسف وويني او عذر يې ومني، هغوی لره يې يو ځای چمتو کړ چې په هغو کې فرش او تکيې وې، هرې يوې بلل شوې ته يې يوه چاړه ورکړه ترڅو خوراکي توکي پرې غوڅ کړي، يوسف عليه السلام ته يې وويل: پر هغوی راووځه، کله چې يې هغه ته وکتل لوی يې وګاڼه دهغه ښايست ته يې عقل والوت او ښکلا ته يې ستړيې شولې، او له سختې ستړيا يې لا سونه په هغو چړو ټپي کړل چې دخوراکي توکو دپرې کولو لپاره چمتو کړل شوې وې او ويې ويل: سپېڅلتيا ده الله لره، دا هلک بشر ندی، په هغه کې چې کوم ښايست دی هغه په بشر کې ندی ليدل شوی، هغه خو يوازې له مکرمو پرېښتو څخه يوه مکرمه پرېښته ده

قَالَتْ فَذَٰلِكُنَّ ٱلَّذِى لُمْتُنَّنِى فِيهِ ۖ وَلَقَدْ رَٰوَدتُّهُۥ عَن نَّفْسِهِۦ فَٱسْتَعْصَمَ ۖ وَلَئِن لَّمْ يَفْعَلْ مَآ ءَامُرُهُۥ لَيُسْجَنَنَّ وَلَيَكُونًۭا مِّنَ ٱلصَّـٰغِرِينَ ﴿٣٢﴾

دعزيز مېرمنې ښځو ته وويل کله چې يې وليدل چې څه هغوی ته ورسېدل: دا هغه ځوان دی چې تاسو دهغه دمينې له امله ماته پېغور راکړی دی، ما له هغه غوښتنه کړې او دهغه دتېر اېستلو چل مې کړی، خو هغه نټه کړې، که چېرې په راتلونکي کې هغه څه ونکړي چې ترې غواړم يې، هرومرو به زندان ته ننوځي او هرومرو به له سپکو څخه شي

قَالَ رَبِّ ٱلسِّجْنُ أَحَبُّ إِلَىَّ مِمَّا يَدْعُونَنِىٓ إِلَيْهِ ۖ وَإِلَّا تَصْرِفْ عَنِّى كَيْدَهُنَّ أَصْبُ إِلَيْهِنَّ وَأَكُن مِّنَ ٱلْجَـٰهِلِينَ ﴿٣٣﴾

يوسف عليه السلام وويل په داسې حال کې چې خپل پالونکی يې رابلئ: ای زما پالونکيه! هغه زندان چې هغې پرې راته ګوت څنډنه کړې، ډېر غوره دی تر هغه څه چې هغوی مې وربولي چې هغه ناروا کړنه ده، که چېرې دهغوی چل را څخه لرې نکړې، هغوی ته به ورکوږ شم، له ناپوهانو به شم که ورکوږ شوم او په هغه څه کې به دهغوی پيروي وکړم چې راڅخه غواړي يې

فَٱسْتَجَابَ لَهُۥ رَبُّهُۥ فَصَرَفَ عَنْهُ كَيْدَهُنَّ ۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ ﴿٣٤﴾

الله دهغه دعا قبوله کړه، له هغه يې دعزيز دمېرمنې او دښار دښځو چل لرې کړ، بېشکه هغه سپېڅلی او لوړ دی، ديوسف ددعا او دهر دعا کوونکي ددعا ورېدونکی دی، دهغه پر حال او دنورو پر حال ښه پوه دی

ثُمَّ بَدَا لَهُم مِّنۢ بَعْدِ مَا رَأَوُا۟ ٱلْـَٔايَـٰتِ لَيَسْجُنُنَّهُۥ حَتَّىٰ حِينٍۢ ﴿٣٥﴾

بيا دعزيز او قوم رايه يې دا وه چې کله يې دهغه دبې ګناهۍ دلائل وليدل چې تر نامعلومې مودې يې بندي کړي ترڅو رسوايي ښکاره نشي

وَدَخَلَ مَعَهُ ٱلسِّجْنَ فَتَيَانِ ۖ قَالَ أَحَدُهُمَآ إِنِّىٓ أَرَىٰنِىٓ أَعْصِرُ خَمْرًۭا ۖ وَقَالَ ٱلْـَٔاخَرُ إِنِّىٓ أَرَىٰنِىٓ أَحْمِلُ فَوْقَ رَأْسِى خُبْزًۭا تَأْكُلُ ٱلطَّيْرُ مِنْهُ ۖ نَبِّئْنَا بِتَأْوِيلِهِۦٓ ۖ إِنَّا نَرَىٰكَ مِنَ ٱلْمُحْسِنِينَ ﴿٣٦﴾

نو هغه يې بندي کړ او له هغه سره دوه نور ځوانان بندخونې ته ننوتل، يو له ځوانانو يوسف ته وويل: بېشکه ما په خوب کې ولیدل چې انګور زبیښم څو شراب ترې جوړ شي، بل وويل: بېشکه زه وينم چې پر سر ډوډۍ وړم مرغان ترې خوراک کوي، موږ ته خبر راکړه ای يوسفه! دهغه څه په تفسير چې ليدلي مو دي، موږ تا د احسان له څښتنانو وينو. مخ ۵ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

قَالَ لَا يَأْتِيكُمَا طَعَامٌۭ تُرْزَقَانِهِۦٓ إِلَّا نَبَّأْتُكُمَا بِتَأْوِيلِهِۦ قَبْلَ أَن يَأْتِيَكُمَا ۚ ذَٰلِكُمَا مِمَّا عَلَّمَنِى رَبِّىٓ ۚ إِنِّى تَرَكْتُ مِلَّةَ قَوْمٍۢ لَّا يُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَهُم بِٱلْـَٔاخِرَةِ هُمْ كَـٰفِرُونَ ﴿٣٧﴾

يوسف عليه السلام وويل: تاسو ته به هغه ډوډۍ چې دپاچا يا بل چا لخوا درکول کيږي نه وي راغلې خو زه به تاسو ته دهغه حقيقت او کيفيت مخکې تر راتګ يې بيان کړم، دا هغه دخوب تعبير دی چې زه پرې پوهېږم ماته مې پالونکي راښودلی، دکاهنانو او نجوميانو لخوا ندی، بېشکه ما دداسې قوم دين پرېښی چې پر الله ايمان نه لري او هغوی پر آخرت کافران دي

وَٱتَّبَعْتُ مِلَّةَ ءَابَآءِىٓ إِبْرَٰهِيمَ وَإِسْحَـٰقَ وَيَعْقُوبَ ۚ مَا كَانَ لَنَآ أَن نُّشْرِكَ بِٱللَّهِ مِن شَىْءٍۢ ۚ ذَٰلِكَ مِن فَضْلِ ٱللَّهِ عَلَيْنَا وَعَلَى ٱلنَّاسِ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَشْكُرُونَ ﴿٣٨﴾

دخپلو پلرونو: ابراهيم، اسحاق او يعقوب عليهم السلام ددين پيروي مې کړې ده، هغه دالله دتوحيد دين دی، زموږ لپاره سم نه دي چې له الله سره بل شريک ونيسو، هغه په وحدانيت کې يوازې دی، دغه توحيد او پر هغه څه ايمان چې زه او پلرونه مې پرې يو، پر موږ دالله لخوا فضل دی چې دهغه توفيق يې راکړی او پر ټولو خلکو يې فضل دی چې هغوی ته يې نبيان لېږلي دي، خو ډېری خلک دالله پر نعمتونو شکر نه وباسي بلکې کفر يې کوي

يَـٰصَـٰحِبَىِ ٱلسِّجْنِ ءَأَرْبَابٌۭ مُّتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ ٱللَّهُ ٱلْوَٰحِدُ ٱلْقَهَّارُ ﴿٣٩﴾

بیا يوسف عليه السلام هغه دوه ځوانان مخاطب کړل او ويې ويل: آيا دزياتو معبودانو عبادت غوره دی که دهغه يوه الله چې شريک نلري، هغه پر نورو برلاسی دی چې نه ناتوانه کيږي؟

مَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِهِۦٓ إِلَّآ أَسْمَآءًۭ سَمَّيْتُمُوهَآ أَنتُمْ وَءَابَآؤُكُم مَّآ أَنزَلَ ٱللَّهُ بِهَا مِن سُلْطَـٰنٍ ۚ إِنِ ٱلْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ۚ أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوٓا۟ إِلَّآ إِيَّاهُ ۚ ذَٰلِكَ ٱلدِّينُ ٱلْقَيِّمُ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٤٠﴾

تاسو له الله پرته عبادت نه کوئ مګر دداسې نومونو چې په غير نومول شويو تاسو او پلرونو مو، معبودان نومولي دي، هغوی لره په الوهیت کې هيڅ برخه نشته، الله ستاسو پر نوم اېښودنه کوم داسې دليل ندی نازل کړی چې دهغو پر سموالي دلالت وکړي، په ټولو مخلوقاتو کې حکم يوازې الله لره دی، نه ددغو نومونو لپاره چې تاسو او پلرونو مو اېښي دي، الله پاک امر درته کړی چې په عبادت کې يې يوازې کړئ او له دې څخه يې منع کړي ياست چې له هغه سره بل څوک شريک کړئ، دغه توحيد هغه نېغ دين دی چې کوږوالی پکې نشته، خو ډېری خلک پر دغه نه پوهيږي، ځکه له الله سره شريک نيسي؛ نو دهغه دځينو مخلوقاتو عبادت کوي

يَـٰصَـٰحِبَىِ ٱلسِّجْنِ أَمَّآ أَحَدُكُمَا فَيَسْقِى رَبَّهُۥ خَمْرًۭا ۖ وَأَمَّا ٱلْـَٔاخَرُ فَيُصْلَبُ فَتَأْكُلُ ٱلطَّيْرُ مِن رَّأْسِهِۦ ۚ قُضِىَ ٱلْأَمْرُ ٱلَّذِى فِيهِ تَسْتَفْتِيَانِ ﴿٤١﴾

ای زما دزندان دواړو ملګرو، کوم چې ليدلي چې انګور نښتيږي تر څو شراب شي، هغه به له زندان ووځي او خپل کار ته به وروګرځي، پاچا ته به څښاک ورکوي، خو کوم چې ليدلي چې پر سر يې ډوډۍ ده او مرغان ترې خوراک کوي؛ نو هغه به ووژل شي او وبه ځړول شي، مرغان به يې دسر له غوښو خوراک وکړي، پای ته ورسېده هغه امر چې تاسو يې په اړه فتوی غوښته او بشپړ شو، هغه هرومرو ترسره کېدونکی دی

وَقَالَ لِلَّذِى ظَنَّ أَنَّهُۥ نَاجٍۢ مِّنْهُمَا ٱذْكُرْنِى عِندَ رَبِّكَ فَأَنسَىٰهُ ٱلشَّيْطَـٰنُ ذِكْرَ رَبِّهِۦ فَلَبِثَ فِى ٱلسِّجْنِ بِضْعَ سِنِينَ ﴿٤٢﴾

او يوسف عليه السلام هغه کس ته وويل چې فکر يې کاوه له هغوی دواړو خلاصېدونکی دی او هغه پاچا ته څښاک ورکوونکی دی، زما کيسه او حالت دپاچا په وړاندې ياد کړه، کېدای شي له بند خونې مې وباسي، شيطان دپاچا په وړاندې له څښاک ورکوونکي څخه ديوسف عليه السلام ياد هېر کړ، يوسف عليه السلام له دغه وروسته په بند خونه کې څو کاله پاتې شو. مخ ۶ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَقَالَ ٱلْمَلِكُ إِنِّىٓ أَرَىٰ سَبْعَ بَقَرَٰتٍۢ سِمَانٍۢ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌۭ وَسَبْعَ سُنۢبُلَـٰتٍ خُضْرٍۢ وَأُخَرَ يَابِسَـٰتٍۢ ۖ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلْمَلَأُ أَفْتُونِى فِى رُءْيَـٰىَ إِن كُنتُمْ لِلرُّءْيَا تَعْبُرُونَ ﴿٤٣﴾

أفتونى فى رءيى إن كنتم للرءيا تعبرون پاچا وويل: ما په خوب کې اوه چاغ غويان وليدل چې اوه ډنګر غويان يې خوري، اوه شنه وږي مې وليدل او اوه وچ وږي، ای سردارانو او اشرافو زما ددغه خوب په تعبير مې خبر کړئ که چېرې تاسو دخوب په تعبير پوه وئ

قَالُوٓا۟ أَضْغَـٰثُ أَحْلَـٰمٍۢ ۖ وَمَا نَحْنُ بِتَأْوِيلِ ٱلْأَحْلَـٰمِ بِعَـٰلِمِينَ ﴿٤٤﴾

هغوی وويل: ستاخوب ګډود خوبونه دي، کوم چې داسې وي هغه تعبير نلري او موږ دداسې ګډو وډو خوبونو په تعبير پوه نه يو

وَقَالَ ٱلَّذِى نَجَا مِنْهُمَا وَٱدَّكَرَ بَعْدَ أُمَّةٍ أَنَا۠ أُنَبِّئُكُم بِتَأْوِيلِهِۦ فَأَرْسِلُونِ ﴿٤٥﴾

او هغه څښاک ورکوونکی چې له دوو ځوانو بنديانو ژغورل شوی وويل، يوسف عليه السلام او دهغه پوهه چې دخوب دتعبير په اړه يې لرله له يوې مودې وروسته ور په ياد شول: زه تاسو ته دهغه خوب دتعبير په اړه خبر درکوم چې پاچا ليدلی دی وروسته دهغه چا له پوښتلو چې دخوب دتعبير پوهه لري؛ نو ما ولېږه ای پاچا! يوسف ته تر څو ستا دخوب تعبير وکړي

يُوسُفُ أَيُّهَا ٱلصِّدِّيقُ أَفْتِنَا فِى سَبْعِ بَقَرَٰتٍۢ سِمَانٍۢ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌۭ وَسَبْعِ سُنۢبُلَـٰتٍ خُضْرٍۢ وَأُخَرَ يَابِسَـٰتٍۢ لَّعَلِّىٓ أَرْجِعُ إِلَى ٱلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿٤٦﴾

کله چې ژغورل شوی شخص يوسف عليه السلام ته راورسېدی ورته ويې ويل: ای ملګريه يوسفه! له هغه تعبير نه مې خبر کړه چې څوک په خوب وويني اوه چاغې غواوې چې اوه ډنګرې غواوې يې خوري او ويني اوه شنه وږي او اوه وچ وږي ويني، کېدای شي زه پاچا او له هغه سره خلکو ته ورشم کېدای شي هغوی دپاچا د خوب په تعبير پوه شي او ستا په فضيلت او مرتبه پوه شي

قَالَ تَزْرَعُونَ سَبْعَ سِنِينَ دَأَبًۭا فَمَا حَصَدتُّمْ فَذَرُوهُ فِى سُنۢبُلِهِۦٓ إِلَّا قَلِيلًۭا مِّمَّا تَأْكُلُونَ ﴿٤٧﴾

يوسف عليه السلام ددغه خوب دتعبيروونکي په توګه وويل:اوه کاله به پرله پسې غنم کرئ، له دغو اوو کلونو څخه چې په هر کال کې څه رېبئ، له لږ دانو پرته چې دخوراک لپاره ورته اړتيا لرئ په وږيو کې يې پرېږدئ له چينجيو څخه دخونديتابه په موخه. ثم يأتى من بعد ذلك سبع شداد يأكلن ما قد متم لهن إلا قليلا مما تحصنون

ثُمَّ يَأْتِى مِنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ سَبْعٌۭ شِدَادٌۭ يَأْكُلْنَ مَا قَدَّمْتُمْ لَهُنَّ إِلَّا قَلِيلًۭا مِّمَّا تُحْصِنُونَ ﴿٤٨﴾

بيا به له دغه اوو ودانو (لمدو) کلونو وروسته چې تاسو پکې کرل کړي دي اوه وچ کالونه راځي، خلک به پکې خوري ټول هغه څه چې په ودانوکلونو کې يې رېبلي دي پرته له هغولږو چې تاسو يې دتخم په توګه ساتئ

ثُمَّ يَأْتِى مِنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ عَامٌۭ فِيهِ يُغَاثُ ٱلنَّاسُ وَفِيهِ يَعْصِرُونَ ﴿٤٩﴾

بيا به له دغو وچو کلونووروسته يو داسې کال راځي چې بارانونه به پکې اوريږي، کښتونه به شنه کيږي، خلک به هغه څه نښتيزي چې نښتېزلو ته يې اړتيا لري لکه انګور، زيتون او ګنډېری. مخ ۷ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَقَالَ ٱلْمَلِكُ ٱئْتُونِى بِهِۦ ۖ فَلَمَّا جَآءَهُ ٱلرَّسُولُ قَالَ ٱرْجِعْ إِلَىٰ رَبِّكَ فَسْـَٔلْهُ مَا بَالُ ٱلنِّسْوَةِ ٱلَّـٰتِى قَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ ۚ إِنَّ رَبِّى بِكَيْدِهِنَّ عَلِيمٌۭ ﴿٥٠﴾

إن ربى بكيدهن عليم پاچا يې خپلو مرستندويانو ته هغه مهال وويل چې دخوب تعبير يې ديوسف عليه السلام لخوا ورته ورسېدی، هغه له بندخونې راوباسئ، ماته يې راولئ، خو کله چې يوسف عليه السلام ته دپاچا استازی راغی ورته يې وويل: خپل سردار پاچا ته دې ورشه، دهغو ښځو دکيسې په اړه پوښتنه ترې وکړه چې لا سونه يې زخمي کړي وو، بېشکه زما پالونکی دهغوی لخوا زما په تېراېستنه ښه پوه دی پر هغه له دغه څخه هيڅ هم پټ نه دي

قَالَ مَا خَطْبُكُنَّ إِذْ رَٰوَدتُّنَّ يُوسُفَ عَن نَّفْسِهِۦ ۚ قُلْنَ حَـٰشَ لِلَّهِ مَا عَلِمْنَا عَلَيْهِ مِن سُوٓءٍۢ ۚ قَالَتِ ٱمْرَأَتُ ٱلْعَزِيزِ ٱلْـَٔـٰنَ حَصْحَصَ ٱلْحَقُّ أَنَا۠ رَٰوَدتُّهُۥ عَن نَّفْسِهِۦ وَإِنَّهُۥ لَمِنَ ٱلصَّـٰدِقِينَ ﴿٥١﴾

پاچا ښځو ته په خطاب کولو سره وويل: ستاسو کيسه څنګه ده کله مو چې له يوسف څخه په چل وغوښتل ترڅو له تاسو سره ناروا وکړي، ښځو پاچا ته په ځواب کې وويل: ډېره لېرې ده چې يوسف دې تورن وي، پر الله قسم موږ دهغه په اړه په هيڅ بدو نه پوهېږو، دغه مهال دعزيز مېرمنې دکړي عمل دمنونکې په ډول وويل: اوس حق څرګند شو، ما دهغه دتېر اېستلو هڅه وکړه، هغه زما دتېر اېستلو هڅه نه ده کړې او هغه دځان دسپېڅلتيا ددعوې په اړه له رېښتينو څخه دی کوم چې ما تور پرې لګولی و

ذَٰلِكَ لِيَعْلَمَ أَنِّى لَمْ أَخُنْهُ بِٱلْغَيْبِ وَأَنَّ ٱللَّهَ لَا يَهْدِى كَيْدَ ٱلْخَآئِنِينَ ﴿٥٢﴾

دعزيز مېرمنې وويل: يوسف دې پوه شي چې کله ما اقرار وکړ چې زه هغه څوک وم چې له هغه مې ناروا غوښتنه وکړه، هغه رېښتونی دی، ما دهغه په نشتون کې پرې تور ندی لګولی، بېشکه ماته له هغه څه چې وشول څرګنده شوه چې الله هغه چا ته توفيق نه ورکوي چې درواغ وايي او دوکه کوي

۞ وَمَآ أُبَرِّئُ نَفْسِىٓ ۚ إِنَّ ٱلنَّفْسَ لَأَمَّارَةٌۢ بِٱلسُّوٓءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّىٓ ۚ إِنَّ رَبِّى غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿٥٣﴾

دعزيز مېرمنې خپله خبره په دې ويلو اوږده کړه: زه خپل نفس دناروا له ارادې پاک نه ګڼم، نه مې په دې دخپل نفس دپاکوالي اراده کړې ده، ځکه دانساني نفس شان دا دی چې په ناروا ډېر امرکوونکی دی، هغه څه ته دورکوږوالي له امله چې غواړي يې او له هغه څخه دراګرځېدلو دسختوالي له امله، مګر له انسانانو چې پر چا الله رحم کړی وي، هغه يې په ناروا له امر کولو ساتلی وي، بېشکه زما پالونکی بښونکی دی هغه چا لره چې له بندګانو يې توبه وباسي، پر هغوی مهربانه دی

وَقَالَ ٱلْمَلِكُ ٱئْتُونِى بِهِۦٓ أَسْتَخْلِصْهُ لِنَفْسِى ۖ فَلَمَّا كَلَّمَهُۥ قَالَ إِنَّكَ ٱلْيَوْمَ لَدَيْنَا مَكِينٌ أَمِينٌۭ ﴿٥٤﴾

پاچا هغه مهال چې ديوسف بې ګناهي څرګنده شوه او پرې پوه شو خپلو مرستندويانو ته وويل: هغه ماته راولئ، زه يې دځان لپاره ځانګړی کوم، نو هغوی راوستلو، کله يې چې خبرې ورسره وکړې او هغه ته يې پوهه او هوښيارتيا ښکاره شول، هغه ته يې وويل: پرته له شکه اې يوسفه ته نن زموږ په وړاندې دمرتبې، عزت او باور څښتن وګرځېدې

قَالَ ٱجْعَلْنِى عَلَىٰ خَزَآئِنِ ٱلْأَرْضِ ۖ إِنِّى حَفِيظٌ عَلِيمٌۭ ﴿٥٥﴾

يوسف پاچا ته وويل: دمصر په ځمکه کې دمال او غلو دزېرمو ساتنه ماته را وسپاره، بېشکه زه باوري خزانچي، پوه او دهغه په اړه ځيرک يم چې پرې ګومارل کېږم

وَكَذَٰلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِى ٱلْأَرْضِ يَتَبَوَّأُ مِنْهَا حَيْثُ يَشَآءُ ۚ نُصِيبُ بِرَحْمَتِنَا مَن نَّشَآءُ ۖ وَلَا نُضِيعُ أَجْرَ ٱلْمُحْسِنِينَ ﴿٥٦﴾

لکه څرنګه مو چې ديوسف په بې ګناهۍ او له زندانه په خلاصون احسان وکړ، پر هغه مو په مصر کې دځای په ورکړه احسان وکړ، هر چېرې چې وغواړي تګ راتګ کوي؛ موږ چې له خپلو بندګانو چاته په دنيا کې وغواړو خپله لورېينه ورکوو، دنېکانو بدله نه ضايع کوو، بلکې هغه ته يې پرته له کمښته ورپوره کوو. مخ ۸ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَلَأَجْرُ ٱلْـَٔاخِرَةِ خَيْرٌۭ لِّلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَكَانُوا۟ يَتَّقُونَ ﴿٥٧﴾

دالله هغه بدله چې په آخرت کې يې چمتو کړې ده ددنيا له بدلې غوره ده دهغوکسانو لپاره چې پر الله يې ايمان راوړی او ترې وېريږي دهغه دحکمونو په پرځای کولو اوله نواهيوو يې په ډډه کولو سره

وَجَآءَ إِخْوَةُ يُوسُفَ فَدَخَلُوا۟ عَلَيْهِ فَعَرَفَهُمْ وَهُمْ لَهُۥ مُنكِرُونَ ﴿٥٨﴾

ديوسف وروڼه له خپلو پیسو سره دمصر ځمکې ته راغلل، پر هغه ورننوتل، يوسف وپېژندل چې ورونه يې دي، هغوی ونه پېژانده چې هغه يې ورور دی، دمودې د اوږدوالي او دهغه دحالت دبدلون له امله، ځکه کوم وخت چې هغوی په څاه کې واچاوه هغه ماشوم و

وَلَمَّا جَهَّزَهُم بِجَهَازِهِمْ قَالَ ٱئْتُونِى بِأَخٍۢ لَّكُم مِّنْ أَبِيكُمْ ۚ أَلَا تَرَوْنَ أَنِّىٓ أُوفِى ٱلْكَيْلَ وَأَنَا۠ خَيْرُ ٱلْمُنزِلِينَ ﴿٥٩﴾

او کله يې چې هغوی ته کومه غله او توښه ورکړل چې ترې غوښتل يې، هغه وويل وروسته له دې چې هغوی خبرکړ چې دوی يو پلارنی ورور لري له پلار سره يې پرېښی دی: ستاسو پلارنی ورور ماته راولئ، يو اوښ بار به در زيات کړم، آيا تاسو نه وينئ چې زه پېمانه پوره کوم، کموم يې نه؛ او زه تر ټولو مېلمه پالو غوره يم. فإن لم تأتونى به فلا كيل لكم عندى ولا تقربون

فَإِن لَّمْ تَأْتُونِى بِهِۦ فَلَا كَيْلَ لَكُمْ عِندِى وَلَا تَقْرَبُونِ ﴿٦٠﴾

که چېرې مو رانه ووست، ستاسو درواغ څرګندشول په دغه دعوی کې چې ستاسو يو پلارنی ورور شته؛ نو هيڅکله به تاسو ته غله در پېمانه نکړم او زما ښار ته مه را نېږدې کېږئ. قالوا سنرود عنه أباه وإ ن الفعلون

قَالُوا۟ سَنُرَٰوِدُ عَنْهُ أَبَاهُ وَإِنَّا لَفَـٰعِلُونَ ﴿٦١﴾

وروڼو يې په دې ويلو ځواب ورکړ: له پلاره به يې وغواړو، په دې کې به کوښښ وکړو او موږ پرته له کمۍ دهغه څه کوونکي يو چې امر دې راته پرې وکړ

وَقَالَ لِفِتْيَـٰنِهِ ٱجْعَلُوا۟ بِضَـٰعَتَهُمْ فِى رِحَالِهِمْ لَعَلَّهُمْ يَعْرِفُونَهَآ إِذَا ٱنقَلَبُوٓا۟ إِلَىٰٓ أَهْلِهِمْ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿٦٢﴾

يوسف خپلو کار کوونکو ته وويل: دهغوی پيسې بېرته ورکړئ تر څو دتلو په وخت هغوی پوه شي، چې موږ ترې څه ندي اخېستي او دغه به يې بيا راوستلو ته اړ کړي، چې ورور به يې هم ورسره وي، تر څو هغوی ديوسف لپاره خپله رېښتينولي ثابته کړي او هغه ترې پيسې قبولې کړي

فَلَمَّا رَجَعُوٓا۟ إِلَىٰٓ أَبِيهِمْ قَالُوا۟ يَـٰٓأَبَانَا مُنِعَ مِنَّا ٱلْكَيْلُ فَأَرْسِلْ مَعَنَآ أَخَانَا نَكْتَلْ وَإِنَّا لَهُۥ لَحَـٰفِظُونَ ﴿٦٣﴾

کله چې يې پلار ته را وګرځېدل او ديوسف لخوا يې دخپل درناوي کيسه ورته بيان کړه ويې ويل: ای زموږ پلاره له موږ څخه پېمانه وګرځول شوه، که مو له ځان سره خپل ورور بو نه تی! نو له موږ سره يې ولېږه، بېشکه که يې را سره ولېږې خوراکي توکي به را پېمانه کړو او موږ تاته دهغه دساتنې ټينګه ژمنه درکوو ترڅو تاته روغ راوګرځي

قَالَ هَلْ ءَامَنُكُمْ عَلَيْهِ إِلَّا كَمَآ أَمِنتُكُمْ عَلَىٰٓ أَخِيهِ مِن قَبْلُ ۖ فَٱللَّهُ خَيْرٌ حَـٰفِظًۭا ۖ وَهُوَ أَرْحَمُ ٱلرَّٰحِمِينَ ﴿٦٤﴾

پلار يې ورته وويل: آيا په تاسو داسې باور وکړم لکه مخکې مې چې دهغه دسکه ورور يوسف په اړه باور درباندې کړی و؟! پرتاسو مې دهغه په اړه باور وکړ، تاسو يې دساتنې ژمنه وکړه، خپله ژمنه مو ترسره نه کړه؛ نو ستاسو دساتنې په ژمنه زه باور نلرم، زما باور يوازې پر الله دی، هغه ترټولو غوره ساتونکی دی دهغه چا لپاره چې د ساتنې اراده يې ولري او هغه تر ټولو غوره لوروونکی دی چاته چې دلورېينې اراده وکړي. مخ ۹ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَلَمَّا فَتَحُوا۟ مَتَـٰعَهُمْ وَجَدُوا۟ بِضَـٰعَتَهُمْ رُدَّتْ إِلَيْهِمْ ۖ قَالُوا۟ يَـٰٓأَبَانَا مَا نَبْغِى ۖ هَـٰذِهِۦ بِضَـٰعَتُنَا رُدَّتْ إِلَيْنَا ۖ وَنَمِيرُ أَهْلَنَا وَنَحْفَظُ أَخَانَا وَنَزْدَادُ كَيْلَ بَعِيرٍۢ ۖ ذَٰلِكَ كَيْلٌۭ يَسِيرٌۭ ﴿٦٥﴾

کله يې چې هغه دخوراکي توکو بوجۍ پرانيستې چې راوړې يې وې، پيسې يې وموندې چې بېرته ورګرځول شوې دي، خپل پلار ته يې وويل: له دغه عزيز څخه له دې درناوي وروسته نور څه غواړو؟ دغه زموږ دخوراکي توکو پيسې دي چې عزيز له خپل لوري پر موږ دپېرزوينې له امله راګرځولې دي، خپلو کورنيو ته به خوراکي توکي راوړو، دخپل ورور به له هغه څه ساتنه وکړو چې ته پرې وېرېږې او دهغه دملګرتيا له امله به يو اوښ بار پېمانه زياته شي، ديو اوښ بار پېمانې زياتوالی دعزيز په وړاندې آسانه کار دی

قَالَ لَنْ أُرْسِلَهُۥ مَعَكُمْ حَتَّىٰ تُؤْتُونِ مَوْثِقًۭا مِّنَ ٱللَّهِ لَتَأْتُنَّنِى بِهِۦٓ إِلَّآ أَن يُحَاطَ بِكُمْ ۖ فَلَمَّآ ءَاتَوْهُ مَوْثِقَهُمْ قَالَ ٱللَّهُ عَلَىٰ مَا نَقُولُ وَكِيلٌۭ ﴿٦٦﴾

ما نقول وكيل پلار يې ورته وويل: هيڅکله به يې درسره ونه لږم تر څو په ټينګه دالله عهد را نکړئ چې ماته به يې بېرته راولئ، خو دا چې پر تاسو ټولو تباهي چاپېره شي، له تاسو هيڅوک هم پرې نږدي او تاسو دهغه دمخ نيوي او ګرځولو توان ونلرئ؛ نو کله يې چې پر دغه دالله ټينګ عهد ورکړ، ويې ويل: الله پر هغه څه شاهد دی چې وايو يې، نو دهغه شاهدي موږ ته بسنه کوي

وَقَالَ يَـٰبَنِىَّ لَا تَدْخُلُوا۟ مِنۢ بَابٍۢ وَٰحِدٍۢ وَٱدْخُلُوا۟ مِنْ أَبْوَٰبٍۢ مُّتَفَرِّقَةٍۢ ۖ وَمَآ أُغْنِى عَنكُم مِّنَ ٱللَّهِ مِن شَىْءٍ ۖ إِنِ ٱلْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ۖ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ ۖ وَعَلَيْهِ فَلْيَتَوَكَّلِ ٱلْمُتَوَكِّلُونَ ﴿٦٧﴾

پلار يې هغوی ته دسپارښت کوونکي په توګه وويل: مصر ته ټول له يوې دروازې مه ننوځئ، بلکې له بېلو بېلو دروازو ننوځئ، دا ډېر خوندي دی له دې چې څوک دې ټولو ته زيان ورسوي که يې ستاسو په اړه اراده کړې وي، زه تاسو ته دا نه وايم چې دهغه زيان مخه به درڅخه ونيسم چې الله يې تاسو ته اراده کړې ده، نه ددې لپاره چې هغه ګټه به درته رسوم چې الله يې نه غواړي، پرېکړه يوازې دالله پرېکړه وي، امر هم دالله امر وي، يوازې پر هغه په خپلو ټولو چارو کې بروسه کوم، نو بروسه کوونکي دې هم په خپلو چارو کې بروسه وکړي

وَلَمَّا دَخَلُوا۟ مِنْ حَيْثُ أَمَرَهُمْ أَبُوهُم مَّا كَانَ يُغْنِى عَنْهُم مِّنَ ٱللَّهِ مِن شَىْءٍ إِلَّا حَاجَةًۭ فِى نَفْسِ يَعْقُوبَ قَضَىٰهَا ۚ وَإِنَّهُۥ لَذُو عِلْمٍۢ لِّمَا عَلَّمْنَـٰهُ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٦٨﴾

هغوی ولاړل او دهغه (يوسف) سکه ورور هم ورسره و، کله چې له بېلو بېلو دروازو ننوتل لکه څنګه يې چې پلار امر ورته کړی و، په بېلوبېلو دروازو ننوتلو له هغوی د هغه څه مخه ونه نيوله چې الله يې پرېکړه کړې وه، دا يوازې ديعقوب زړه سوی وپر خپلو اولادونو، چې ښکاره يې کړ او دهغه سپارښتنه يې ورته وکړه، سره له دې چې هغه پوهېده چې پرېکړه يوازې دالله پرېکړه ده، هغه پوه دی دقدر دايمان او داسبابو داختيار په اړه چې مو ورته ښودلي وو، خو ډېری خلک په دې نه پوهيږي

وَلَمَّا دَخَلُوا۟ عَلَىٰ يُوسُفَ ءَاوَىٰٓ إِلَيْهِ أَخَاهُ ۖ قَالَ إِنِّىٓ أَنَا۠ أَخُوكَ فَلَا تَبْتَئِسْ بِمَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿٦٩﴾

کله چې ديوسف وروڼه پر يوسف ورننوتل، له هغوی سره ديوسف سکه ورور هم و، هغه خپل سکه ورور ځانته ورنږدې کړ او پټ يې ورته وويل: زه ستا سکه ورور يوسف يم؛ نو ته په هغه څه مه خفه کېږه، کله چې دې وروڼو پر موږ دکينې او زيان له امله بد کارونه ترسره کړل او دهغوی لخوا زما په څاه کې په اچولو سره

فَلَمَّا جَهَّزَهُم بِجَهَازِهِمْ جَعَلَ ٱلسِّقَايَةَ فِى رَحْلِ أَخِيهِ ثُمَّ أَذَّنَ مُؤَذِّنٌ أَيَّتُهَا ٱلْعِيرُ إِنَّكُمْ لَسَـٰرِقُونَ ﴿٧٠﴾

کله چې يوسف خپلو خادمانو ته دخپلو وروڼو پر اوښانو دخوراکي توکو بارولو امر وکړ، دپاچا هغه پېمانه چې غله وړونکو ته به يې غله پرې پېمانه کوله دخپل سکه ورور په بوجۍ کې له هغوی پټه کېښوده، له ځان سره دهغه دپاتې کولو لپاره، کله چې هغوی خپلو کورنيوته روان شول، يو آواز کوونکي په هغوی پسې چېغه کړه، ای په غله دبار اوښانو څښتنانو، بېشکه تاسو غله ياست. مخ ۱۰ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر قالوا وأقبلوا عليهم م اذا تفقدون

قَالُوا۟ وَأَقْبَلُوا۟ عَلَيْهِم مَّاذَا تَفْقِدُونَ ﴿٧١﴾

ديوسف وروڼو آواز کوونکي او هغه چاته چې ورسره ود شا لخوا په مخ ور اړولو وويل: څه درڅخه ورک دي چې آن پر موږ دغلا تور لګوئ؟

قَالُوا۟ نَفْقِدُ صُوَاعَ ٱلْمَلِكِ وَلِمَن جَآءَ بِهِۦ حِمْلُ بَعِيرٍۢ وَأَنَا۠ بِهِۦ زَعِيمٌۭ ﴿٧٢﴾

آواز کوونکي او څوک چې ورسره ملګري وو ديوسف عليه السلام وروڼو ته وويل: له موږ دپاچا هغه پېمانه ورکه شوې چې پېمانه پرې کوي، چا چې مخکې له پلټنې راوړه دهغه لپاره يو اوښ بار انعام دی او پر دغه زه ورته ضامن يم

قَالُوا۟ تَٱللَّهِ لَقَدْ عَلِمْتُم مَّا جِئْنَا لِنُفْسِدَ فِى ٱلْأَرْضِ وَمَا كُنَّا سَـٰرِقِينَ ﴿٧٣﴾

ديوسف وروڼو ورته وويل: په الله قسم تاسو ته زموږ پاکي او بېزاري درمعلومه ده، لکه زموږ حالت مو چې وليدی، موږ مصر ته نه يو راغلي چې درغلي پکښې وکړو او نه په خپل ژوند کې غله وو

قَالُوا۟ فَمَا جَزَٰٓؤُهُۥٓ إِن كُنتُمْ كَـٰذِبِينَ ﴿٧٤﴾

آواز کوونکي او ملګرو يې وويل: که په تاسو کې چا غلا کړي وي دهغه سزا به څه وي که چېرې تاسو له غلا څخه دبېزارۍ په دعوی کې درواغجن وئ؟

قَالُوا۟ جَزَٰٓؤُهُۥ مَن وُجِدَ فِى رَحْلِهِۦ فَهُوَ جَزَٰٓؤُهُۥ ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٧٥﴾

ديوسف وروڼو ورته وويل: دغله سزا په موږ کې دا ده چې دچا په بار کې غلا شوی شی وموندل شي هغه سپارل کيږي هغه چاته چې غلا ترې شوې ده تر څو يې مريی کړي، په دغه مرېيتوب غوندې سزا موږ غلو ته سزا ورکوو

فَبَدَأَ بِأَوْعِيَتِهِمْ قَبْلَ وِعَآءِ أَخِيهِ ثُمَّ ٱسْتَخْرَجَهَا مِن وِعَآءِ أَخِيهِ ۚ كَذَٰلِكَ كِدْنَا لِيُوسُفَ ۖ مَا كَانَ لِيَأْخُذَ أَخَاهُ فِى دِينِ ٱلْمَلِكِ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُ ۚ نَرْفَعُ دَرَجَـٰتٍۢ مَّن نَّشَآءُ ۗ وَفَوْقَ كُلِّ ذِى عِلْمٍ عَلِيمٌۭ ﴿٧٦﴾

هغوی يې دخپلو بارونو دپلټنې لپاره يوسف ته راوګرځول، يوسف دخپل چل پټولو په موخه دسکه ورور له بار پلټلو مخکې دخپلو ناسکه وروڼو دبارونو پلټنه پيل کړه، بيا يې دسکه ورور بار وپلټی او پېمانه يې ترې راوويستله، لکه څنګه مو چې دورور په بار کې يې دپېمانې اېښودلو دتدبير چل وروښودلو، همدارنګه مو هغه ته بل کار هم وروښوده چې خپلو وروڼو ته يې دهغوی دښار سزا ورکړي چې هغه دغله غلام جوړول دي، دغه کار به نه وای ترسره شوای که يې دپاچا سزا عملي کړې وای، چې وهل او تاوان ورکول وو، مګر دا چې الله بل تدبير وغواړي هغه پرې ځواکمن دی، موږ له خپلو بندګانو چې چاته وغواړو مرتبې يې لوړوو لکه ديوسف مرتبه مو چې لوړه کړه، دهر پوهې څښتن پر سر تر هغه بل پوه شته او دټولو دپوهې پر سر دالله پوهه ده چې په هرڅه پوهيږي. ر

۞ قَالُوٓا۟ إِن يَسْرِقْ فَقَدْ سَرَقَ أَخٌۭ لَّهُۥ مِن قَبْلُ ۚ فَأَسَرَّهَا يُوسُفُ فِى نَفْسِهِۦ وَلَمْ يُبْدِهَا لَهُمْ ۚ قَالَ أَنتُمْ شَرٌّۭ مَّكَانًۭا ۖ وَٱللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا تَصِفُونَ ﴿٧٧﴾

ديوسف وروڼو وويل: که هغه غلا کوي؛ نو حيرانتيا نشته، بېشکه سکه ورور يې دهغه له غلا مخکې غلا کړې وه، دهغوی موخه يوسف عليه السلام و، يوسف عليه السلام دهغوی پر دغه وينا خپل کړاو پټ کړ، هغوی ته يې ښکاره نکړ، په زړه کې يې ورته وويل: تاسو چې پر کومه کينه او ناوړه کړنه ياست چې مخکې در څخه وشوه، هغه په دغه ځای کې په خپله يو شر دی، الله تعالی پر دغه تور لګولو چې له تاسو وځي ډېر پوه دی

قَالُوا۟ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلْعَزِيزُ إِنَّ لَهُۥٓ أَبًۭا شَيْخًۭا كَبِيرًۭا فَخُذْ أَحَدَنَا مَكَانَهُۥٓ ۖ إِنَّا نَرَىٰكَ مِنَ ٱلْمُحْسِنِينَ ﴿٧٨﴾

ديوسف وروڼو يوسف ته وويل: ای عزیزه! دهغه يو سپين ږيری عمرخوړلی پلار دی چې ډېره مينه ورسره لري دهغه په بدل کې له موږ يو ونيسه، بېشکه موږ دې وينو مخ ۱۱ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر له موږ او نورو خلکو سره په معامله کې له ښېګڼه کوونکو څخه يې؛ نو په دغه کې له موږ سره ښه وکړه

قَالَ مَعَاذَ ٱللَّهِ أَن نَّأْخُذَ إِلَّا مَن وَجَدْنَا مَتَـٰعَنَا عِندَهُۥٓ إِنَّآ إِذًۭا لَّظَـٰلِمُونَ ﴿٧٩﴾

يوسف عليه السلام وويل: په الله پناه چې دظالم دګناه له امله په بېګناه ظلم وکړو، له هغه چا پرته بل څوک ونيسو چې په بار کې مو يې پېمانه پيداکړې ده، بېشکه که مو داسې وکړل هرومرو به ظالمان وو، چې بېګناه تهيسزا ورکړو او ګناهکاره پرېږدو

فَلَمَّا ٱسْتَيْـَٔسُوا۟ مِنْهُ خَلَصُوا۟ نَجِيًّۭا ۖ قَالَ كَبِيرُهُمْ أَلَمْ تَعْلَمُوٓا۟ أَنَّ أَبَاكُمْ قَدْ أَخَذَ عَلَيْكُم مَّوْثِقًۭا مِّنَ ٱللَّهِ وَمِن قَبْلُ مَا فَرَّطتُمْ فِى يُوسُفَ ۖ فَلَنْ أَبْرَحَ ٱلْأَرْضَ حَتَّىٰ يَأْذَنَ لِىٓ أَبِىٓ أَوْ يَحْكُمَ ٱللَّهُ لِى ۖ وَهُوَ خَيْرُ ٱلْحَـٰكِمِينَ ﴿٨٠﴾

ى کله چې ديوسف لخوا دخپلې غوښتنې له ځوابه نا هيلې شول، له خلکو بېل شول ترڅو مشوره وکړي، مشر ورور يې وويل: آيا په ياد مو دي چې پلار مو له تاسو د الله ټينګه ژمنه اخېستې وه ترڅو يې زوی بېرته ورولئ، مګر داچې داسې څه درباندې چاپېره شي چې دمخ نيوي توان يې ونلرئ، له دې مخکې مو ديوسف په اړه زيادت کړی واو له پلار سره مو خپله ژمنه پوره نکړه؛ نو هيڅکله دمصر ځمکه تر هغه نه پرېږدم تر څو مې پلار دبېرته ورتګ اجازه رانکړي او يا الله راته دخپل ورور داخېستو پرېکړه وکړي، هغه تر ټولو غوره پرېکړه کوونکی دی او هغه په حق او عدل پرېکړه کوي

ٱرْجِعُوٓا۟ إِلَىٰٓ أَبِيكُمْ فَقُولُوا۟ يَـٰٓأَبَانَآ إِنَّ ٱبْنَكَ سَرَقَ وَمَا شَهِدْنَآ إِلَّا بِمَا عَلِمْنَا وَمَا كُنَّا لِلْغَيْبِ حَـٰفِظِينَ ﴿٨١﴾

مشر ورور وويل: پلار ته مو ورشئ او ورته ووايئ: بېشکه زوی دې غلا وکړه؛ نو دمصر عزيز هغه دغلا په سزا مرېيی کړ، موږ خبر نه يو مګر دا چې پوه شو دهغه څه په ليدو چې پېمانه يې له باره راوځي او موږ پوه نه وو چې هغه غلا کوي، که موږ په دې پوه وای دهغه دبېرته راوستلو ژمنه مو نه درسره کوله

وَسْـَٔلِ ٱلْقَرْيَةَ ٱلَّتِى كُنَّا فِيهَا وَٱلْعِيرَ ٱلَّتِىٓ أَقْبَلْنَا فِيهَا ۖ وَإِنَّا لَصَـٰدِقُونَ ﴿٨٢﴾

زموږ درېښتينولۍ دثبوت لپاره ای پلاره دهغه مصر (ښار)له خلکو پوښتنه وکړه چې پکې وو او له هغې قافلې پوښتنه وکړه چې ورسره راغلو، په هغه څه به دې خبر کړي چې موږ پرې خبر کړې، بېشکه موږ په حقه په هغه څه کې رېښتيني يو چې دهغه له غلا مو خبر کړي

قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ أَمْرًۭا ۖ فَصَبْرٌۭ جَمِيلٌ ۖ عَسَى ٱللَّهُ أَن يَأْتِيَنِى بِهِمْ جَمِيعًا ۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلْعَلِيمُ ٱلْحَكِيمُ ﴿٨٣﴾

پلار يې ورته وويل: معامله داسې نده لکه تاسو چې بيان کړه، چې هغه غلا کړې ده، بلکې نفسونو مو دا خبره درته ښايسته کړې چې دوکه ورسره وکړئ لکه مخکې مو چې دهغه له ورور يوسف سره کړې وه؛ نو زما صبر ښکلی صبر دی چې له الله پرته بل چا ته پکې شکایت نشته، ژر به الله هغوی ټول ماته راوګرځوي: يوسف، سکه ورور يې او دهغوی دواړو مشر ورور، بېشکه هغه سپېحلی ذات زما په حال ښه پوه دی، زما دامر په تدبير کې حکيم دی

وَتَوَلَّىٰ عَنْهُمْ وَقَالَ يَـٰٓأَسَفَىٰ عَلَىٰ يُوسُفَ وَٱبْيَضَّتْ عَيْنَاهُ مِنَ ٱلْحُزْنِ فَهُوَ كَظِيمٌۭ ﴿٨٤﴾

له هغوی څخه دمخ په اړولو لرې شو او ويې ويل: ای زما دغم سختۍ پر يوسف! پر هغه له ډېرې ژړا يې دسترګو تور، سپين شول، هغه له غم او خفګانه ډک دی، خپل خفګان له خلکو پټوي

قَالُوا۟ تَٱللَّهِ تَفْتَؤُا۟ تَذْكُرُ يُوسُفَ حَتَّىٰ تَكُونَ حَرَضًا أَوْ تَكُونَ مِنَ ٱلْهَـٰلِكِينَ ﴿٨٥﴾

ديوسف وروڼو خپل پلار ته وويل:په الله قسم ته تل يوسف يادوې، پر هغه وير کوې تردې چې ناروغي درباندې سختيږي يا اوس مرې. مخ ۱۲ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

قَالَ إِنَّمَآ أَشْكُوا۟ بَثِّى وَحُزْنِىٓ إِلَى ٱللَّهِ وَأَعْلَمُ مِنَ ٱللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ ﴿٨٦﴾

پلار يې ورته وويل: زه له هغه غم او خفګان څخه چې راته رسېدلي يوازې الله ته شکايت کوم او دالله پر مهربانۍ، ښېګڼه، داړ ددعا په قبلولو او کړاو ليدونکي ته په بدله ورکولو کې په هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ

يَـٰبَنِىَّ ٱذْهَبُوا۟ فَتَحَسَّسُوا۟ مِن يُوسُفَ وَأَخِيهِ وَلَا تَا۟يْـَٔسُوا۟ مِن رَّوْحِ ٱللَّهِ ۖ إِنَّهُۥ لَا يَا۟يْـَٔسُ مِن رَّوْحِ ٱللَّهِ إِلَّا ٱلْقَوْمُ ٱلْكَـٰفِرُونَ ﴿٨٧﴾

پلار يې ورته وويل: ای زما زامنو! ولاړ شئ که ديوسف او دهغه دورور خبر مو ترلاسه کړ، دالله له خپلو بندګانو څخه دغم لرې کولو او غم ختمولو په اړه مه ناهيلي کېږئ، بېشکه دهغه له غم لرې کولو او غم ختمولو څخه يوازې کافر قوم ناهيلی کيږي، ځکه هغوی دالله په لوی ځواک نه پوهيږي او پر خپلو بندګانو يې پېرزوينه پټه ده

فَلَمَّا دَخَلُوا۟ عَلَيْهِ قَالُوا۟ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلْعَزِيزُ مَسَّنَا وَأَهْلَنَا ٱلضُّرُّ وَجِئْنَا بِبِضَـٰعَةٍۢ مُّزْجَىٰةٍۢ فَأَوْفِ لَنَا ٱلْكَيْلَ وَتَصَدَّقْ عَلَيْنَآ ۖ إِنَّ ٱللَّهَ يَجْزِى ٱلْمُتَصَدِّقِينَ ﴿٨٨﴾

دخپل پلار خبره يې ومنله، ديوسف او دهغه دورور په لټه کې ولاړل، کله چې پر يوسف ور ننوتل ورته يې وويل: موږ ته سختي او بېوزلي را رسېدلې ده، تاته مو خپلې بېکاره او لږ پيسې راوړې دي؛ نو موږ ته پوره پوره پېمانه راکړه، لکه مخکې چې دې پېمانه راکوله، خيرات راباندې وکړه تر دې په زياتوالي يا زموږ له لږو پيسو په سترګو پټولو سره، بېشکه الله خيرات کوونکو ته غوره بدله ورکوي. قال هل علمتم م افعلتم بيوسف وأخيه إذ أنتم جهلون

قَالَ هَلْ عَلِمْتُم مَّا فَعَلْتُم بِيُوسُفَ وَأَخِيهِ إِذْ أَنتُمْ جَـٰهِلُونَ ﴿٨٩﴾

کله يې چې دهغوی خبرې واورېدې له لورېينې يې زړه پرې نرم شو، ځان يې وروپېژندی ورته يې وويل: بېشکه آيا تاسو پوه شوئ په هغه څه چې په يوسف او دهغه په سکه ورور مو کړي، کوم وخت چې تاسو دهغه څه له پايلې نا خبر وئ چې پر هغوی مو وکړل؟!

قَالُوٓا۟ أَءِنَّكَ لَأَنتَ يُوسُفُ ۖ قَالَ أَنَا۠ يُوسُفُ وَهَـٰذَآ أَخِى ۖ قَدْ مَنَّ ٱللَّهُ عَلَيْنَآ ۖ إِنَّهُۥ مَن يَتَّقِ وَيَصْبِرْ فَإِنَّ ٱللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ ٱلْمُحْسِنِينَ ﴿٩٠﴾

هغوی ته سملاسي پېښه وه او ويې ويل: آيا ته په رښتيا يوسف يې؟! يوسف ورته وويل: هو زه يوسف يم، دغه چې له ماسره يې وينئ زما سکه ورور دی، بېشکه الله له هغه څه په ژغورنه چې پکښې وو او ددرجې په لوړولو پر موږ پېرزوينه وکړه، بېشکه يوسف هغه څوک وچې دالله دحکمونو پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ځان ساتلو له هغه وېرېده او په کړاو يې صبر کاوه، دهغه دغه کړنه نيکي وه او الله دنېکانو بدله نه ضايع کوي بلکې ورته ساتي يې

قَالُوا۟ تَٱللَّهِ لَقَدْ ءَاثَرَكَ ٱللَّهُ عَلَيْنَا وَإِن كُنَّا لَخَـٰطِـِٔينَ ﴿٩١﴾

وروڼو يې له هغه څه چې پرې کړي يې وو دعذر غوښتونکو په ډول ورته وويل: په الله قسم؛ الله پر موږ غوراوی درکړی چې تاته يې دکمال صفتونه درکړي، او په رښتيا چې موږ په هغه څه کې چې پر تا مو کړي بدکاره او ظالمان وو

قَالَ لَا تَثْرِيبَ عَلَيْكُمُ ٱلْيَوْمَ ۖ يَغْفِرُ ٱللَّهُ لَكُمْ ۖ وَهُوَ أَرْحَمُ ٱلرَّٰحِمِينَ ﴿٩٢﴾

يوسف يې عذر ومانه او ويې ويل: نن پر تاسو کومه ملامتيا نشته چې ستاسو دسزا غوښتنه وکړي او نه رټنه، له الله څخه ستاسو لپاره بښنه غواړم او هغه پاک ذات تر ټولو ډېر مهربان دی. مخ ۱۳ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

ٱذْهَبُوا۟ بِقَمِيصِى هَـٰذَا فَأَلْقُوهُ عَلَىٰ وَجْهِ أَبِى يَأْتِ بَصِيرًۭا وَأْتُونِى بِأَهْلِكُمْ أَجْمَعِينَ ﴿٩٣﴾

خپل کميس يې ورکړ، ځکه هغوی خبر ورکړ چې دپلار سترګې يې په څه حال شوې دي او ويې ويل: زما دغه کميس يوسئ، دپلار په سترګو مې يې واچوئ، نظر به يې بېرته وروګرځي او ماته مو خپله ټوله کورنۍ راولئ

وَلَمَّا فَصَلَتِ ٱلْعِيرُ قَالَ أَبُوهُمْ إِنِّى لَأَجِدُ رِيحَ يُوسُفَ ۖ لَوْلَآ أَن تُفَنِّدُونِ ﴿٩٤﴾

کله چې قافله له مصر څخه دتګ په حالت کې ووتله او له آبادۍ يې تېره شوه يعقوب عليه السلام خپلو زامنو او څوک چې دهغه په ځمکه کې ورسره وو وويل: زه ديوسف بوی احساسوم، که چېرې تاسو ما ناپوه ونه ګڼئ او دعقل خرابي نسبت راته ونکړئ په خپله دغه وينا مو: چې دغه زوړ عقل خرابه دی، هغه څه وايي چې نه پرې پوهيږي

قَالُوا۟ تَٱللَّهِ إِنَّكَ لَفِى ضَلَـٰلِكَ ٱلْقَدِيمِ ﴿٩٥﴾

له هغه اولاده يې چې ورسره وو يو چا وويل: په الله قسم ته تل په خپل پخواني خيال کې يې ستا په وړاندې ديوسف دمرتبې او دهغه ددويم ځل ليدلو دشونتيا په اړه

فَلَمَّآ أَن جَآءَ ٱلْبَشِيرُ أَلْقَىٰهُ عَلَىٰ وَجْهِهِۦ فَٱرْتَدَّ بَصِيرًۭا ۖ قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ إِنِّىٓ أَعْلَمُ مِنَ ٱللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ ﴿٩٦﴾

کله چې دهغه څه خبر ورکوونکی راغی چې يعقوب يې خوشحالوی، ديوسف کميس يې دهغه پر مخ واچوی؛ نو هغه ليدونکی شو، په دغه وخت کې يې خپلو زامنو ته وويل: آيا ما نه درته ويل چې زه دالله له لورېينې او ښېګڼې په هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ؟

قَالُوا۟ يَـٰٓأَبَانَا ٱسْتَغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَآ إِنَّا كُنَّا خَـٰطِـِٔينَ ﴿٩٧﴾

زامنو يې له هغه څه چې پر يوسف او دهغه په ورور يې کړي وو دعذر غوښتونکو په حال کې خپل پلار يعقوب ته وويل: ای زموږ پلاره! له الله څخه زموږ دپخوانيو ګناهونو لپاره بښنه وغواړه، بېشکه موږ ګناهکاره تېروتونکي وو په هغه څه کې چې پر يوسف او دهغه پر سکه ورور مو وکړل

قَالَ سَوْفَ أَسْتَغْفِرُ لَكُمْ رَبِّىٓ ۖ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلْغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ ﴿٩٨﴾

پلار يې ورته وويل: ژر به ستاسو لپاره له خپل پالونکي بښنه وغواړم، بېشکه هغه له بندګانو يې دتوبه اېستونکو دګناهونو بښونکی او پر هغوی مهربانه دی

فَلَمَّا دَخَلُوا۟ عَلَىٰ يُوسُفَ ءَاوَىٰٓ إِلَيْهِ أَبَوَيْهِ وَقَالَ ٱدْخُلُوا۟ مِصْرَ إِن شَآءَ ٱللَّهُ ءَامِنِينَ ﴿٩٩﴾

يعقوب او کورنۍ يې له خپلې ځمکې ووتل په داسې حال کې چې په مصر کې يې ديوسف هوډ کړی وو، کله چې په هغه ور ننوتل، هغه خپل پلار او مور ځانته ورنږدې کړل او خپلو وروڼو او دهغوی کورنيو ته يې وويل: دالله په خوښه مصر ته ډاډه ننوځئ چې هيڅ ستونزه به درته نه رسيږي. ق

وَرَفَعَ أَبَوَيْهِ عَلَى ٱلْعَرْشِ وَخَرُّوا۟ لَهُۥ سُجَّدًۭا ۖ وَقَالَ يَـٰٓأَبَتِ هَـٰذَا تَأْوِيلُ رُءْيَـٰىَ مِن قَبْلُ قَدْ جَعَلَهَا رَبِّى حَقًّۭا ۖ وَقَدْ أَحْسَنَ بِىٓ إِذْ أَخْرَجَنِى مِنَ ٱلسِّجْنِ وَجَآءَ بِكُم مِّنَ ٱلْبَدْوِ مِنۢ بَعْدِ أَن نَّزَغَ ٱلشَّيْطَـٰنُ بَيْنِى وَبَيْنَ إِخْوَتِىٓ ۚ إِنَّ رَبِّى لَطِيفٌۭ لِّمَا يَشَآءُ ۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلْعَلِيمُ ٱلْحَكِيمُ ﴿١٠٠﴾

او خپل مور او پلار يې پر هغه تخت کېنول چې په خپله پرې کېناستلو، مور او پلار او يوولس وروڼو يې ددرناوي په سجده، نه دعبادت په سجده سره هغه ته سلامي وکړه، تر څو په ليدلي خوب کې دالله امر پر ځای شي، ځکه خو يوسف - عليه السلام - خپل مور او پلار ته وويل: دغه ستاسو لخوا ماته ددرناوي سجده دهغه خوب تعبير دی چې مخکې مې ليدلی واو تاته مې بيان کړی و، الله هغه په رامنځته کولو حق ثابت کړ، او پالونکي مې را سره ډېره ښېګڼه وکړه چې له بندخونې يې مخ ۱۴ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر واېستلم او تاسو يې له صحرا وروسته له هغې راته راوستلی چې شیطان زما او دوروڼو ترمنځ خرابي راوستلې وه، پرته له شکه پالونکی مې ډېر باریک دی په خپل تدبير کې چاته چې وغواړي، او پرته له شکه هغه دخپلو بندګانو پر حالاتو ښه پوه او په خپل تدبير کې حکمت والا دی

۞ رَبِّ قَدْ ءَاتَيْتَنِى مِنَ ٱلْمُلْكِ وَعَلَّمْتَنِى مِن تَأْوِيلِ ٱلْأَحَادِيثِ ۚ فَاطِرَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ أَنتَ وَلِىِّۦ فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةِ ۖ تَوَفَّنِى مُسْلِمًۭا وَأَلْحِقْنِى بِٱلصَّـٰلِحِينَ ﴿١٠١﴾

بيا يوسف خپل پالونکي ته دعا وکړه ويې ويل: ای زما پالونکيه، بېشکه دمصر پاچايي دې راکړه، دخوب تعبير دې راوښود، ای دآسمانونو او ځمکې پيدا کوونکيه، پرته له مخکينۍ بېلګې يې را منځته کوونکيه، ته ددنيا په ژند کې زما دټولو چارو واک لرونکی يې او په آخرت کې دټولو واک لرې، زما دازل په پای کې مې مسلمان مړ کړه او په لوړ فردوس جنت کې مې له خپلو پلرونو او نورو نېکو انبياوو سره يوځای کړه

ذَٰلِكَ مِنْ أَنۢبَآءِ ٱلْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ ۖ وَمَا كُنتَ لَدَيْهِمْ إِذْ أَجْمَعُوٓا۟ أَمْرَهُمْ وَهُمْ يَمْكُرُونَ ﴿١٠٢﴾

دغه ياده شوې ديوسف او وروڼو کيسه يې تاته وحي کوو ای رسوله! تاته پرې پوهه نه وه، ځکه هغه وخت ته ديوسف له وروڼو سره نه وې، کله چې هغوی يې دڅاه په تل کې داچولو هوډ وکړ او هغوی تدبير ونيوی دهغه چل چې تدبير يې ونيو، خو موږ تاته دغه وحي وکړه

وَمَآ أَكْثَرُ ٱلنَّاسِ وَلَوْ حَرَصْتَ بِمُؤْمِنِينَ ﴿١٠٣﴾

او ډېری خلک باور کوونکي ندي که څه هم ته ای رسوله! دهغوی دباور کولو ټوله هڅه وکړې؛ نو ستا نفس دې پر هغوی دغمونو له امله له منځه نه ځي

وَمَا تَسْـَٔلُهُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ ۚ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌۭ لِّلْعَـٰلَمِينَ ﴿١٠٤﴾

که يې عقل لرلئ ايمان به يې راوړی وای، ځکه ای رسوله ته له هغوی پر قرآن او هغه څه چې ورته رابولې يې بدله نه غواړې، نه دی قران مګر دټولو خلکو لپاره وريادوونکی

وَكَأَيِّن مِّنْ ءَايَةٍۢ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ يَمُرُّونَ عَلَيْهَا وَهُمْ عَنْهَا مُعْرِضُونَ ﴿١٠٥﴾

ډېرې هغه نښې چې دهغه پاک ذات پر توحيد دلالت کوونکې دي په آسمانونو او ځمکه کې خورې دي، هغوی پرې تېريږي، حال دا چې په هغو کې له فکر کولو او پند اخېستلو مخ اړوونکي دي، هغو ته پاملرنه نه کوي

وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُم بِٱللَّهِ إِلَّا وَهُم مُّشْرِكُونَ ﴿١٠٦﴾

او ډېری خلک پر الله ايمان نه راوړي چې هغه پيداکوونکی، روزي ورکوونکی، ژوند او مرګ ورکوونکی دی خو دا چې له هغه سره دنورو بوتانو عبادت کوي او دعوی کوي چې هغه زوی لري، پاک دی هغه ذات

أَفَأَمِنُوٓا۟ أَن تَأْتِيَهُمْ غَـٰشِيَةٌۭ مِّنْ عَذَابِ ٱللَّهِ أَوْ تَأْتِيَهُمُ ٱلسَّاعَةُ بَغْتَةًۭ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿١٠٧﴾

آيا دغه مشرکان له دې څخه په ډاډ کې دي چې په دنيا کې به ورته عذاب راشي په هغوی به چاپېر شي اوپټ به يې کړي، دمخ نيوي توان به يې نلري يا به ناببره قيامت ورته راشي حال داچې دراتګ احساس به يې نه کوي تر څو چمتووالی ورته ونيسي؛ نو له همدې امله ايمان نه راوړي

قُلْ هَـٰذِهِۦ سَبِيلِىٓ أَدْعُوٓا۟ إِلَى ٱللَّهِ ۚ عَلَىٰ بَصِيرَةٍ أَنَا۠ وَمَنِ ٱتَّبَعَنِى ۖ وَسُبْحَـٰنَ ٱللَّهِ وَمَآ أَنَا۠ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ ﴿١٠٨﴾

اې رسوله! کومو کسانو ته چې بلنه ورکوې هغوی ته ووايه! دا زما هغه لا ر ده چې خلک ورته په څرګند دليل رابولم او هغه څوک يې رابولي چې زما پيروي يې کړې، پر لا رښوونه مې يې لا رموندلې او زما تګلاره يې خپله کړې ده او الله له هغه څه پاک دی چې هغه ته يې نسبت کيږي، کوم چې دهغه له جلال سره وړ نه دي او يا يې مخ ۱۵ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر له کمال سره په ټکر کې دي او زه پر الله له مشرکانو څخه نه يم، بلکې هغه پاک ذات لره له يو ګڼونکو څخه يم

وَمَآ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ إِلَّا رِجَالًۭا نُّوحِىٓ إِلَيْهِم مِّنْ أَهْلِ ٱلْقُرَىٰٓ ۗ أَفَلَمْ يَسِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَيَنظُرُوا۟ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۗ وَلَدَارُ ٱلْـَٔاخِرَةِ خَيْرٌۭ لِّلَّذِينَ ٱتَّقَوْا۟ ۗ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿١٠٩﴾

او موږ مخکې له تا ندي لېږلي ای رسوله! مګر سړي له انسانانو؛ نه پرېښتې، هغوی ته مو وحي کوله لکه تاته مو چې وحیې وکړه؛ له ښاريانو څخه وو نه له کليوالو؛ خو امتونو يې درواغجن وګڼل، هغه امتونه مو تباه کړل، آيا دغه ستادرواغ ګڼونکي په ځمکه کې ندي ګرځېدلي چې غور وکړي، له هغوی مخکې ددرواغ ګڼونکو پايله څنګه وه ترڅو ترې پند واخلي؟ او کومې پېرزوينې چې دآخرت په کور کې دي هغه غوره دي هغو چا لره چې په دنيا کې له الله وېريږي، آيا له عقل کار نه اخلئ چې دغه غوره دي؛ نو له الله څخه دهغه دحکمونو په منلو ووېرېږئ چې تر ټولو لوی یې ايمان دی او له نواهيوو يې ډډه وکړئ چې ترټولو لوی يې په الله شرک دی

حَتَّىٰٓ إِذَا ٱسْتَيْـَٔسَ ٱلرُّسُلُ وَظَنُّوٓا۟ أَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُوا۟ جَآءَهُمْ نَصْرُنَا فَنُجِّىَ مَن نَّشَآءُ ۖ وَلَا يُرَدُّ بَأْسُنَا عَنِ ٱلْقَوْمِ ٱلْمُجْرِمِينَ ﴿١١٠﴾

دغه رسولان چې موږ يې لېږو دښمنانو ته يې مهلت ورکوو، داستدراج په ډول دهغوی دسزا بيړه نه کوو، تر دې چې کله دهغوی تباهي وروسته شي، رسولان يې له تباهۍ ناهيلي شي، کفار دا ګومان وکړي چې رسولانو يې هغوی ته درواغ ويلي په هغه څه کې چې ژمنه يې ورسره کړې وه ددرواغ ګڼونکو دسزا او مؤمنانو دنجات، درسولانو لپاره زموږ مرسته راغله، رسولان او مؤمنان مو پر درواغ ګڼونکو له واقع کېدونکې تباهۍ وژغورل او زموږ سزا له ګناهکار قوم نه ګرځي کله يې چې پرې نازلوو

لَقَدْ كَانَ فِى قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌۭ لِّأُو۟لِى ٱلْأَلْبَـٰبِ ۗ مَا كَانَ حَدِيثًۭا يُفْتَرَىٰ وَلَـٰكِن تَصْدِيقَ ٱلَّذِى بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ كُلِّ شَىْءٍۢ وَهُدًۭى وَرَحْمَةًۭ لِّقَوْمٍۢ يُؤْمِنُونَ ﴿١١١﴾

كل شىء وهدى ورحمة لقوم يؤمنون بېشکه درسولانو او امتونو په کيسو کې او ديوسف او وروڼو په کيسه کې يې پند دی، دسالم عقل څښتنان ترې پند اخلي، پر دغه مشتمل قران له ځانه ندی جوړ کړی شوی، پر الله درواغ خبرې نه دي، بلکې دالله لخوا دنازل کړل شوو آسماني کتابونو تصديق دی، دټولو هغو حکمونو او شريعتونو تفصيل دی چې تفصيل ته يې اړتيا ده، دهر خير لپاره لا رښود دی او دهغه قوم لپاره لورېينه ده چې ايمان پرې راوړي؛ نو همدوی هغه کسان دي چې له هغه څه ګټه اخلي چې پکښې دي. مخ ۱۶ له ۱۶ moc.hgelp

زده کړه · يوسف — Yusuf

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې