کورتفسیرهود (١١)

تفسیر هود — Hud (11)

مکي · ١٢٣ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

الٓر ۚ كِتَـٰبٌ أُحْكِمَتْ ءَايَـٰتُهُۥ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ ﴿١﴾

نيمګړتيا پکې نه وينې، بيا دحلال او حرام، امر او نهي، ژمنې او وېرې، کيسو او داسې نورو يادونه پکې بيان کړل شوي دي، دداسې ذات له لوري چې په خپل تدبير او تشريع کې حکيم دی، دخپلو بندګانو پر احوالو او هغه څه ښه خبر دی چې هغوی لره سموونکي دي

أَلَّا تَعْبُدُوٓا۟ إِلَّا ٱللَّهَ ۚ إِنَّنِى لَكُم مِّنْهُ نَذِيرٌۭ وَبَشِيرٌۭ ﴿٢﴾

پر محمد صلی الله عليه وسلم ددغو نازل کړل شويو آيتونو مضمون: دبندګانو منع کول دي له دې چې له الله سره دبل چا عبادت وکړي، بېشکه زه ای خلکو تاسو لره دالله له سزا ډاروونکی يم که مو پر هغه کفر وکړ او سرغړونه مو ترې وکړه، دهغه دثواب زېری درکوونکیم يم که مو ايمان پرې راوړ او پر شريعت مو يې عمل وکړ

وَأَنِ ٱسْتَغْفِرُوا۟ رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوٓا۟ إِلَيْهِ يُمَتِّعْكُم مَّتَـٰعًا حَسَنًا إِلَىٰٓ أَجَلٍۢ مُّسَمًّۭى وَيُؤْتِ كُلَّ ذِى فَضْلٍۢ فَضْلَهُۥ ۖ وَإِن تَوَلَّوْا۟ فَإِنِّىٓ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍۢ كَبِيرٍ ﴿٣﴾

ای خلکو دخپلو ګناهونو لپاره مو له پالونکي بخښنه وغواړئ او دهغه پر وړاندې چې څه در څخه پاتې دي په پښېمانۍ هغه ته ور وګرځئ، ددنيا په ژوند کې به مو ستاسو لپاره دټاکل شوو نېټو درسېدو تر وخته ښه ګټه در کړي. او هر هغه چاته چې په پيروۍ او عمل کې غوروالی لري دهغه دغوروالي بشپړ پرته له کموالي بدله ورکوي، که چېرې تاسو پر هغه څه چې زه دخپل پالونکي لخوا ورسره راغلی يم له ايمان راوړلو مخ واړوئ؛ نو زه پر تاسو دسختو حالاتو له ورځې ډارېږم چې هغه د قيامت ورځ ده

إِلَى ٱللَّهِ مَرْجِعُكُمْ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌ ﴿٤﴾

ای خلکو! دقيامت په ورځ مو يوازې الله ته ورګرځېدل دي، هغه پاک ذات پر هر څه ځواکمن دی، هيڅ شی يې نشي بې وسې کولی، ستاسو را ژوندي کول ستاسو له مرګ او بيا راپاڅولو وروسته ستاسو حساب يې نشي بې وسې کولی

أَلَآ إِنَّهُمْ يَثْنُونَ صُدُورَهُمْ لِيَسْتَخْفُوا۟ مِنْهُ ۚ أَلَا حِينَ يَسْتَغْشُونَ ثِيَابَهُمْ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ ۚ إِنَّهُۥ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ ﴿٥﴾

خبر اوسئ دغه مشرکان خپلې سينې اړوي ترڅو دالله په اړه هغه شک پټ کړي چې په سينو کې يې دی دا دهغوی لخوا پر الله دناپوهۍ له امله، خبر اوسئ کله چې هغوی خپل سرونه په جامو يې پټوي، الله پوهيږي پر هغه څه چې هغوی يې پټوي او هغه څه چې هغوی يې ښکاره کوي، بېشکه هغه ښه پوه دی پر هغه څه چې سينې يې پتوي. ل

۞ وَمَا مِن دَآبَّةٍۢ فِى ٱلْأَرْضِ إِلَّا عَلَى ٱللَّهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا ۚ كُلٌّۭ فِى كِتَـٰبٍۢ مُّبِينٍۢ ﴿٦﴾

هيڅ داسې مخلوق نشته چې پر ځمکه دې ګرځي هغه که هرڅه وي، خو الله په خپله پېرزوينه دهغه روزي منلې، او الله ته په ځمکه کې دهغه داستوګنې ځای معلوم دی، دمرګ ځای يې چې پکې مري به ورمعلوم دی، هر يو له ژويو څخه، دهغوی روزي، داستوګنې ځایونه او دمړينې ځايونه يې په څرګند کتاب کې چې لوح محفوظ دی شتون لري. مخ ۱ له ۱۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَهُوَ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ فِى سِتَّةِ أَيَّامٍۢ وَكَانَ عَرْشُهُۥ عَلَى ٱلْمَآءِ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًۭا ۗ وَلَئِن قُلْتَ إِنَّكُم مَّبْعُوثُونَ مِنۢ بَعْدِ ٱلْمَوْتِ لَيَقُولَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِنْ هَـٰذَآ إِلَّا سِحْرٌۭ مُّبِينٌۭ ﴿٧﴾

هغه سپېڅلی ذات دی چې لوی آسمانونه او لويه ځمکه يې پيداکړې ده، څه چې په آسمانونو او ځمکه کې دي په شپږو ورځو کې يې پيداکړي دي، دآسمانونو او ځمکې له پيدايښت مخکې دهغه عرش پر اوبو و، ترڅو مو وازمويي ای خلکو- چې کوم يو ستاسو داسې ښه کارکوونکی دی چې الله پرې خوښ شي، کوم يو ستاسو داسې بدکاره دی چې الله پرې غوسه کړي، که ووايې ای رسوله- ای خلکو تاسو له مرګ وروسته را پاڅول کېږئ، تر څو حساب در سره وشي؛ نو هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی او له بیا پاڅولو څخه يې انکار کړې ده، هرومرو به ووايي: دغه قرآن چې ته يې لولې له څرګندو کوډو پرته بل څه نه دی؛ نو دا باطل دی او بطلان يې څرګند دی

وَلَئِنْ أَخَّرْنَا عَنْهُمُ ٱلْعَذَابَ إِلَىٰٓ أُمَّةٍۢ مَّعْدُودَةٍۢ لَّيَقُولُنَّ مَا يَحْبِسُهُۥٓ ۗ أَلَا يَوْمَ يَأْتِيهِمْ لَيْسَ مَصْرُوفًا عَنْهُمْ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ ﴿٨﴾

كانوا به يستهزءون که چېرې له مشرکانو څخه هغه سزا چې وړ يې دي، ددنيا په ژوند کې دڅو ورځو مودې لپاره وروسته کړو؛ نو هرومرو به دبيړه کوونکو او ملنډو وهونکو په توګه ووايي: څه شي له موږ څخه سزا ګرځولې ده؟ خبر اوسئ هغه سزا چې هغوی يې وړ دي له الله سره يې نېټه ټاکل شوې ده، په کومه ورځ چې ورته راشي، هيڅکله به هغوی کوم ګرځوونکی ونه مومي چې له هغوی څخه يې وګرځوي، بلکې پر هغوی به راپرېوزي او هغه سزا به پرې چاپېره شي، کومه چې دملنډو او مسخرو په ډول هغوی په بيړه غواړي

وَلَئِنْ أَذَقْنَا ٱلْإِنسَـٰنَ مِنَّا رَحْمَةًۭ ثُمَّ نَزَعْنَـٰهَا مِنْهُ إِنَّهُۥ لَيَـُٔوسٌۭ كَفُورٌۭ ﴿٩﴾

او که چېرې موږ هغه ته دروزۍ پراخي وروڅکواو له بې وزلۍ او رسېدلې ناروغۍ وروسته روغتيا؛ هرومرو به وايي: بدي له ما ولاړه او زيان لېرې شو او پردې دالله شکر نه وباسي، بېشکه هغه په تکبر سره ډېرزيات خوښي کوونکی دی او پر خلکو زيات لويي کوونکی او وياړ کوونکی دی پر هغه څه چې الله پرې پېرزو کړي دي

وَلَئِنْ أَذَقْنَـٰهُ نَعْمَآءَ بَعْدَ ضَرَّآءَ مَسَّتْهُ لَيَقُولَنَّ ذَهَبَ ٱلسَّيِّـَٔاتُ عَنِّىٓ ۚ إِنَّهُۥ لَفَرِحٌۭ فَخُورٌ ﴿١٠﴾

او که چېرې موږ هغه ته دروزۍ پراخي وروڅکو او له بې وزلۍ او رسېدلې ناروغۍ وروسته روغتيا، هرومرو به وايي: بدي له ما ولاړه او زيان لېرې شو او پردې دالله شکر نه وباسي، بېشکه هغه په تکبر سره ډېر زيات خوښۍ کوونکی دی او پر خلکو زيات لويي کوونکی او وياړ کوونکی دی پر هغه څه چې الله پرې پېرزو کړې ده

إِلَّا ٱلَّذِينَ صَبَرُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ أُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُم مَّغْفِرَةٌۭ وَأَجْرٌۭ كَبِيرٌۭ ﴿١١﴾

خو هغه کسان چې پر کړاوونو، پيروۍ او له ګناهونو صبر کوي، ښې کړنې تر سره کوي؛ نو دهغوی بل حال دی، چې هغوی ته نه ناهيلي رسيږي، نه دالله پر لورېينو کفر او نه پر خلکو لويي. دوی چې دغه خویونه لرونکي دي، هغوی لره دخپل پالونکي لخوا يې دګناهونو بخښنه ده او په آخرت کې ورته لويه بدله

فَلَعَلَّكَ تَارِكٌۢ بَعْضَ مَا يُوحَىٰٓ إِلَيْكَ وَضَآئِقٌۢ بِهِۦ صَدْرُكَ أَن يَقُولُوا۟ لَوْلَآ أُنزِلَ عَلَيْهِ كَنزٌ أَوْ جَآءَ مَعَهُۥ مَلَكٌ ۚ إِنَّمَآ أَنتَ نَذِيرٌۭ ۚ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ وَكِيلٌ ﴿١٢﴾

ى ښايي ای پېغمبره دهغوی دکفر، ضد دآيتونو په اړه دوړاندیزونو سره دمخامخ کېدو له امله، دځينو هغه څه درسونې پرېښودونکی شې چې الله درته دهغه پر رسولو امر کړی دی، له هغه څه څخه چې هغوی ته پرې عمل ستونزمن کيږي، سينه (زړه) دې تنګيږي دهغه په رسوونه، ترڅو هغوی ونه وايي: ولې پر هغه داسې زېرمه نه نازليږي چې شتمن يې کړي يا داسې پرېښته نه ورسره راځي چې رېښتينی يې وګڼي؛ نو له دې امله ځينې هغه څه مه پرېږده چې درته لېږل کيږي، ته يوازې وېروونکی يې، هغه څه رسوې چې الله درته درسولو امر کړی دی، پر تا لا زم ندي چې همغه آيتونه راوړې کوم چې دوی يې وړانديزونه کوي او الله دهر څه ساتونکی دی. مخ ۲ له ۱۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

أَمْ يَقُولُونَ ٱفْتَرَىٰهُ ۖ قُلْ فَأْتُوا۟ بِعَشْرِ سُوَرٍۢ مِّثْلِهِۦ مُفْتَرَيَـٰتٍۢ وَٱدْعُوا۟ مَنِ ٱسْتَطَعْتُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ ﴿١٣﴾

بلکې آيا مشرکان به ووايي: محمد قرآن له ځانه جوړ کړی دی، دالله لخوا وحې نده، ای پېغمبره! هغوی ته دننګوونکې په توګه ووايه: ددغه قرآن غوندې لس جوړ کړل شوي سورتونه راوړئ چې په هغوی کې دهغه قرآن غوندې درښتيا هڅه مه کوئ چې تاسو ګومان کوئ چې هغه له ځانه جوړ کړل شوی دی، هر هغه څوک راوغواړئ چې دراغوښتلو توان يې لرئ، ترڅو په دې کې ترې مرسته وغواړئ، که چېرې تاسو رېښتيني وئ دقرآن په اړه په دعوی کې چې له ځانه جوړکړل شوی دی

فَإِلَّمْ يَسْتَجِيبُوا۟ لَكُمْ فَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّمَآ أُنزِلَ بِعِلْمِ ٱللَّهِ وَأَن لَّآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ فَهَلْ أَنتُم مُّسْلِمُونَ ﴿١٤﴾

نو که چېرې هغوی دخپلې ناتوانۍ له امله هغه څه را نه وړل چې ترې غوښتي مو دي؛ نو په يقيني توګه پوه شئ ای مؤمنانو! چې قرآن، الله په خپله پوهه پر استازي يې نازل کړی دی او هغه له ځانه نه دی جوړکړل شوی، پوه شئ چې په حقه له الله پرته بل دلمانځلو وړ نشته؛ نو آيا له دغه قطعي دلائلو وروسته هغه ته غاړه اېښودونکي ياست؟

مَن كَانَ يُرِيدُ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا وَزِينَتَهَا نُوَفِّ إِلَيْهِمْ أَعْمَـٰلَهُمْ فِيهَا وَهُمْ فِيهَا لَا يُبْخَسُونَ ﴿١٥﴾

څوک چې دخپلې کړنې بدله ددنيا په ژوند او پاتې کېدونکي خوندونو کې غواړي او آخرت نه پرې غواړي، دکړنو بدله به يې په دنيا کې ورکړل شي، دروغتيا، امن او په روزۍ کې دپراخۍ له امله، دهغوی دکړنو له بدلې څخه به هيڅ هم نه کميږي

أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ لَيْسَ لَهُمْ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ إِلَّا ٱلنَّارُ ۖ وَحَبِطَ مَا صَنَعُوا۟ فِيهَا وَبَـٰطِلٌۭ مَّا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿١٦﴾

دغه کسان چې په داسې ناوړه هوډ سره متصف دي، هغوی لره دقيامت په ورځ له اور پرته چې ورننوځي به، بله هيڅ بدله نشته، له هغوی څخه يې دکړنو بدله ولاړه او کړنې يې له منځه تللې دي، ځکه له هغو(کړنو) مخکې يې نه ايمان لرلو او نه سم هوډ؛ نو پر هغو يې دالله خوښه او دآخرت کور نه غوښتلو

أَفَمَن كَانَ عَلَىٰ بَيِّنَةٍۢ مِّن رَّبِّهِۦ وَيَتْلُوهُ شَاهِدٌۭ مِّنْهُ وَمِن قَبْلِهِۦ كِتَـٰبُ مُوسَىٰٓ إِمَامًۭا وَرَحْمَةً ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ يُؤْمِنُونَ بِهِۦ ۚ وَمَن يَكْفُرْ بِهِۦ مِنَ ٱلْأَحْزَابِ فَٱلنَّارُ مَوْعِدُهُۥ ۚ فَلَا تَكُ فِى مِرْيَةٍۢ مِّنْهُ ۚ إِنَّهُ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكَ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿١٧﴾

لا يؤمنون هغه نبي - محمد صلی الله عليه وسلم- چې دخپل پالونکي لخوا ورسره دليل دی او دخپل پالونکي لخوا يې شاهد پيروي کوي، چې هغه جبريل دی او له دې مخکې پر نبوت يې تورات چې پر موسی عليه السلام نازل شوی، شاهدي ورکوي، ندی برابر دخلکو دلارښود او دهغوی دلورېينې په توګه، نه دي برابر هغه او هغه کسان چې له هغه سره يې ايمان راوړی له هغو کافرانو سره چې په لا ر ورکۍ کې لا لهانده دي، دغه کسان پر قرآن ايمان لري او پر محمد صلی الله عليه وسلم چې قرآن پرې نازل شوی دی، او دملتونو له خلکو څخه چې څوک له هغه انکار کوي، په ورځ دقيامت دهغه سره داور ژمنه ده؛ نو ای رسوله! دقرآن او له هغوی سره د ژمنې په اړه په شک کې مه کېږه، دا هغه حق دی چې په هغو کې هيڅ شک نشته، خو ډېری خلک ايمان نه راوړي، سره له زياتو څرګندو دلائلو او ښکاره برهانونو

وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ ٱفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ يُعْرَضُونَ عَلَىٰ رَبِّهِمْ وَيَقُولُ ٱلْأَشْهَـٰدُ هَـٰٓؤُلَآءِ ٱلَّذِينَ كَذَبُوا۟ عَلَىٰ رَبِّهِمْ ۚ أَلَا لَعْنَةُ ٱللَّهِ عَلَى ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿١٨﴾

او تر هغه هيڅوک زيات تېری کوونکی ندی چې پر الله درواغ تړي دشريک نيولو او هغه ته دزوی په نسبت کولو سره، دغه کسان چې پر الله درواغ تړي دقيامت په ورځ به پر خپل پالونکي وړاندې کړل شي، تر څو يې دکړنو په اړه پوښتنه ترې وکړي، دهغوی پرخلاف به له ملائکو او رسولانو څخه شاهدان وايي: دا هغه کسان دي چې پر الله يې درواغ تړل هغه ته دشريک او زوی په نسبت کولو سره، خبر اوسئ هغه پرځانو تېری کوونکي کسان چې پر الله درواغ تړي، الله له خپلې لورېينې شړلي دي. مخ ۳ له ۱۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

ٱلَّذِينَ يَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًۭا وَهُم بِٱلْـَٔاخِرَةِ هُمْ كَـٰفِرُونَ ﴿١٩﴾

هغه کسان چې خلک دالله له نېغې لا رې راګرځوي، دنېغوالي په بدل کې په لا ره کې يې کوږوالی لټوي تر څو هيڅوک پرې ولاړ نشي، هغوی له مرګ وروسته په بيا راپاڅېدلو کفر کوي او له هغه انکار کوي

أُو۟لَـٰٓئِكَ لَمْ يَكُونُوا۟ مُعْجِزِينَ فِى ٱلْأَرْضِ وَمَا كَانَ لَهُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ مِنْ أَوْلِيَآءَ ۘ يُضَـٰعَفُ لَهُمُ ٱلْعَذَابُ ۚ مَا كَانُوا۟ يَسْتَطِيعُونَ ٱلسَّمْعَ وَمَا كَانُوا۟ يُبْصِرُونَ ﴿٢٠﴾

هغه کسان چې پر دغو خويونو متصف دي په ځمکه کې دالله له سزا دتېښتې توان نلري کله چې پرې نازله شي او له الله پرته هغوی لره ملاتړي او مرسته کوونکي نشته تر څو ورڅخه دالله دسزا مخه ونيسي، دقيامت په ورځ به يې سزا ور زياته کړل شي، دالله له لا رې څخه دخپلو ځانونو او نورو درا ګرځولو له امله، په دنيا کې يې دحق اولا رښوونې دمنلو وړ آورېدو توان نلرلو، نه يې په نړۍ کې دالله نښې ليدلای شوی داسې چې ګټه يې ور رسولی وای، له حق څخه دهغوی دسختې مخ اړونې له کبله

أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ خَسِرُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَفْتَرُونَ ﴿٢١﴾

هغه کسان چې دغه خويونه لري، داسې خلک دي چې ځانونه يې زيانمن کړي دي دتباهۍ ځايونو ته دورښکته کولو له امله چې له الله سره يې شريکان نيولي دي او ولاړل له هغوی څخه هغه شريکان او سپارښت کوونکي چې له ځانونو يې جوړول

لَا جَرَمَ أَنَّهُمْ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ هُمُ ٱلْأَخْسَرُونَ ﴿٢٢﴾

په حق سره دقيامت په ورځ همدوی تر ټولو زيات زيانمن دي دمعاملې له اړخه، چې ايمان يې په کفر، آخرت يې په دنيا او لورېينه يې په سزا بدله کړه

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ وَأَخْبَتُوٓا۟ إِلَىٰ رَبِّهِمْ أُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلْجَنَّةِ ۖ هُمْ فِيهَا خَـٰلِدُونَ ﴿٢٣﴾

بېشکه هغه کسان چې پر الله او رسولانو يې ايمان راوړی دی، ښې کړنې يې ترسره کړې دي، دالله پر وړاندې يې سرټيټ کړی او عاجزي يې کړې ده همدوی د جنت (بڼ) څښتنان دي، چې تل به پکې پاتې کېدونکي وي

۞ مَثَلُ ٱلْفَرِيقَيْنِ كَٱلْأَعْمَىٰ وَٱلْأَصَمِّ وَٱلْبَصِيرِ وَٱلسَّمِيعِ ۚ هَلْ يَسْتَوِيَانِ مَثَلًا ۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ﴿٢٤﴾

دکافرانو او مؤمنانو ددوو ډلو بېلګه دهغه ړانده غوندې ده چې نشي ليدلی او هغه کاڼه غوندې چې نشي آورېدلی، دغه دهغو کافرانو دډلې بېلګه ده چې دآورېدلو وړ حق نشي آورېدلی او نه يې ليدلی شي چې هغوی ته ګټه ورسوي او دآورېدونکي او ليدونکي بېلګه، دغه دهغو مؤمنانو دډلې بېلګه ده چې دآورېدلو او ليدلو ترمنځ يوځای والی راولي، آيا دغه دوې ډلې دحالت او صفت له پلوه سره برابرې دي؟! برابرې نه دي؛ نو آيا دهغوی له نه برابرۍ پند نه اخلئ؟!

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوْمِهِۦٓ إِنِّى لَكُمْ نَذِيرٌۭ مُّبِينٌ ﴿٢٥﴾

بېشکه موږ نوح عليه السلام قوم ته يې داستازي په توګه ولېږلو؛ نو هغه ورته وويل: ای زما قومه! زه تاسوته دالله له سزا وېروونکی يم، دهغه څه بيانوونکی يم چې تاسو ته پرې لېږل شوی یم

أَن لَّا تَعْبُدُوٓا۟ إِلَّا ٱللَّهَ ۖ إِنِّىٓ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ أَلِيمٍۢ ﴿٢٦﴾

او يوازې دالله لمانځلو ته مو رابولم؛ نو يوازې دهغه عبادت وکړئ، بېشکه زه پر تاسو ددردوونکې ورځې له سزاڅخه وېرېږم. مخ ۴ له ۱۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

فَقَالَ ٱلْمَلَأُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِن قَوْمِهِۦ مَا نَرَىٰكَ إِلَّا بَشَرًۭا مِّثْلَنَا وَمَا نَرَىٰكَ ٱتَّبَعَكَ إِلَّا ٱلَّذِينَ هُمْ أَرَاذِلُنَا بَادِىَ ٱلرَّأْىِ وَمَا نَرَىٰ لَكُمْ عَلَيْنَا مِن فَضْلٍۭ بَلْ نَظُنُّكُمْ كَـٰذِبِينَ ﴿٢٧﴾

وما نر لكم علينا من فضلبل نظنكم كذبين ى دهغه (نوح عليه السلام) له قوم څخه چې کومو اشرافو او مشرانو کفر کړی وو وويل: هيڅکله ستا بلنه نه منو، ځکه تالره پر موږ هيڅ غوراوی نشته، ته زموږ غوندې انسان يې او موږ نه وينو مګر داچې زموږ ټيټو خلکو ستا پيروي کړې ده، ترکومه چې موږ ته مو رايه څرګنده شوې ده، تاسو لره په شرف، مال او مرتبه کې کوم زياتوالی نشته چې ددې وړ مو وګرځوي چې موږ مو پيروي وکړو، بلکې موږ ګومان کوو چې تاسو دهغه څه په اړه درواغجن ياست چې بلنه ورته کوئ. قال يقوم أرءيتمإن كنت عل بينة من ر بى وءاتىنى رحمة من عنده فعميت عليكم أنلزمكموها وأنتملها

قَالَ يَـٰقَوْمِ أَرَءَيْتُمْ إِن كُنتُ عَلَىٰ بَيِّنَةٍۢ مِّن رَّبِّى وَءَاتَىٰنِى رَحْمَةًۭ مِّنْ عِندِهِۦ فَعُمِّيَتْ عَلَيْكُمْ أَنُلْزِمُكُمُوهَا وَأَنتُمْ لَهَا كَـٰرِهُونَ ﴿٢٨﴾

كرهون هغوی ته نوح عليه السلام وويل: ای زما قومه! ماته خبر راکړئ که چېرې زه دخپل پالونکي لخوا داسې دليل ولرم چې زما درېښتينولي شاهدي ورکوي، پرتاسو مې تصديق لا زموي، له خپل لوري يې پرما لورېينه کړې ده چې هغه نبوت او رسالت دی او هغه پرتاسو دخپلې ناپوهۍ له امله پټه شوې ده؛ آيا پر هغو مو دايمان راوړلو لپاره اړ کړو او په زړونو کې مو په زور دننه کړو؟! موږ ددې توان نلرو، څوک چې دايمان توفيق ورکوي هغه الله دی

وَيَـٰقَوْمِ لَآ أَسْـَٔلُكُمْ عَلَيْهِ مَالًا ۖ إِنْ أَجْرِىَ إِلَّا عَلَى ٱللَّهِ ۚ وَمَآ أَنَا۠ بِطَارِدِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ ۚ إِنَّهُم مُّلَـٰقُوا۟ رَبِّهِمْ وَلَـٰكِنِّىٓ أَرَىٰكُمْ قَوْمًۭا تَجْهَلُونَ ﴿٢٩﴾

أرىكم قوما تجهلون ای زما قومه! زه له تاسو څخه درسالت په رسوونه مال نه غواړم، زما بدله يوازې پر الله ده، زه له خپل مجلس څخه دهغو بېوزلو مؤمنانو لرې کوونکی نه يم چې تاسو يې شړل غوښتي دي، دقيامت په ورځ هغوی له خپل پالونکي سره مخامخ کېدونکي دي، هغه يې دايمان بدله ورکوونکی دی، خو زه وينم تاسو يو داسې قوم ياست چې ددغې بلنې پرحقيقت نه پوهېږئ کله چې دکمزورو مؤمنانو شړل غواړئ

وَيَـٰقَوْمِ مَن يَنصُرُنِى مِنَ ٱللَّهِ إِن طَرَدتُّهُمْ ۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ﴿٣٠﴾

ای زما قومه! څوک له ما څخه دالله سزا لرې کولای شي که زه دغه مؤمنان په تيري پرته له ګناه څخه وشړم؟ آيا پند نه اخلئ او دهغه څه هڅه نه کوئ چې ستاسو لپاره زيات ښه او ګټور دي؟!

وَلَآ أَقُولُ لَكُمْ عِندِى خَزَآئِنُ ٱللَّهِ وَلَآ أَعْلَمُ ٱلْغَيْبَ وَلَآ أَقُولُ إِنِّى مَلَكٌۭ وَلَآ أَقُولُ لِلَّذِينَ تَزْدَرِىٓ أَعْيُنُكُمْ لَن يُؤْتِيَهُمُ ٱللَّهُ خَيْرًا ۖ ٱللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا فِىٓ أَنفُسِهِمْ ۖ إِنِّىٓ إِذًۭا لَّمِنَ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٣١﴾

او زه تاسو ته نه وايم ای زما قومه: زما سره دالله هغه زېرمې دي چې په هغو کې يې روزي ده، زه يې پر تاسو لګوم که مو ايمان راوړ، نه درته وايم: زه په پټو پوهېږم، نه درته وايم: زه له پرښتو څخه يم، بلکې زه ستاسو غوندې انسان يم او نه دهغو بېوزلو په اړه وايم چې ستاسو سترګې يې سپک ګڼي او کم يې ګڼئ: چې هيڅکله به الله نه هغوی ته توفيق ورکړي او نه لا رښوونه، الله دهغوی په نيتونو او حالاتو ډېر پوه دی او بېشکه که زه ددغې دعوی وکړم، دهغو تيري کوونکو له ډلې څخه به شم چې دالله دسزا وړ دي

قَالُوا۟ يَـٰنُوحُ قَدْ جَـٰدَلْتَنَا فَأَكْثَرْتَ جِدَٰلَنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَآ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّـٰدِقِينَ ﴿٣٢﴾

هغوی دسرزورۍ او لويۍ په ډول وويل: ای نوحه! بېشکه زموږ سره دې شخړه او مناظره وکړه او زموږ سره په شخړه او مناظره کې دې زياتوالی وکړ؛ نو موږ ته هغه سزا راوړه چې ژمنه يې راسره کوې، که چېرې په هغه دعوی کې چې کوې يې له رېښتينو څخه وې. مخ ۵ له ۱۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

قَالَ إِنَّمَا يَأْتِيكُم بِهِ ٱللَّهُ إِن شَآءَ وَمَآ أَنتُم بِمُعْجِزِينَ ﴿٣٣﴾

نوح عليه السلام هغوی ته وويل: زه پرتاسو سزا نه راولم، هغه الله راولي که يې وغواړي، تاسو دالله له سزا څخه دتېښتې توان نلرئ که چېرې هغه تاسوته دسزا هوډ ولري

وَلَا يَنفَعُكُمْ نُصْحِىٓ إِنْ أَرَدتُّ أَنْ أَنصَحَ لَكُمْ إِن كَانَ ٱللَّهُ يُرِيدُ أَن يُغْوِيَكُمْ ۚ هُوَ رَبُّكُمْ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿٣٤﴾

نه زما پند تاسو ته او نه زما يادونه تاسوته ګته رسوي، که چېرې الله له نېغې لا رې ستاسولا رورکي وغواړي او ستاسو دضد له امله مو له لا رښوونې لرې کړي، هغه مو پالونکی دی، همغه ذات دی چې ستاسو امر يې په لا س کې دی؛ نولا ر ورکي کوي مو که وغواړي، دقيامت په ورځ يوازې همغه ته ورګرځئ؛ نو پرخپلو کړنو مو سزا درکوي

أَمْ يَقُولُونَ ٱفْتَرَىٰهُ ۖ قُلْ إِنِ ٱفْتَرَيْتُهُۥ فَعَلَىَّ إِجْرَامِى وَأَنَا۠ بَرِىٓءٌۭ مِّمَّا تُجْرِمُونَ ﴿٣٥﴾

دنوح عليه السلام دقوم دکفر له امله هغوی ګومان کوي، دغه دين چې راوړی يې دی له ځانه يې جوړ کړی دی، هغوی ته ووايه: ای رسوله! که مې له ځانه جوړ کړی وي؛ نو زما دګناه سزا يوازې پر ما ده او ستاسو ددرواغ ګڼلو له ګناه هيڅ هم پر غاړه نه اخلم او زه له هغه څخه بېزاره يم. وأوحى إلى نوح أنه لن يؤمن من قومك إلا من قد ءامن فلا تبتئس بما كانوا يفعلون

وَأُوحِىَ إِلَىٰ نُوحٍ أَنَّهُۥ لَن يُؤْمِنَ مِن قَوْمِكَ إِلَّا مَن قَدْ ءَامَنَ فَلَا تَبْتَئِسْ بِمَا كَانُوا۟ يَفْعَلُونَ ﴿٣٦﴾

او الله نوح عليه السلام ته وحي وکړه: بېشکه ستا له قوم څخه ای نوحه! هيڅکله به څوک ايمان را نه وړي خو هغه کسان چې مخکې يې ايمان راوړی؛ نو مه غمجن کېږه ای نوحه! دهغو درواغ ګڼلو او ملنډو له امله چې هغوی يې ددغې اوږدې مودې په ترڅ کې ترسره کوي

وَٱصْنَعِ ٱلْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا وَلَا تُخَـٰطِبْنِى فِى ٱلَّذِينَ ظَلَمُوٓا۟ ۚ إِنَّهُم مُّغْرَقُونَ ﴿٣٧﴾

زموږ په مخکې(د نظر لا ندې) کښتۍ جوړه کړه په داسې حال کې چې زموږ لخوا به خوندي وې، زموږ په وحي، تاته په ښوونه چې څه ډول به يې جوړوې او خبرې مه راسره کوه هغه چاته دمهلت ورکولو په اړه چې په کفر غوره کولو یې له ځان سره ظلم کړی دی، بېشکه هغوی هرومرو په طوفان ډوبېدونکي دي، هغوی لره پر کفر يې دټينګار له امله سزا ده

وَيَصْنَعُ ٱلْفُلْكَ وَكُلَّمَا مَرَّ عَلَيْهِ مَلَأٌۭ مِّن قَوْمِهِۦ سَخِرُوا۟ مِنْهُ ۚ قَالَ إِن تَسْخَرُوا۟ مِنَّا فَإِنَّا نَسْخَرُ مِنكُمْ كَمَا تَسْخَرُونَ ﴿٣٨﴾

نوح عليه السلام دخپل پالونکي امر ومانه، دکښتۍ جوړول يې پيل کړل، هر ځلې به چې دقوم لويان او سرداران يې پرې تېرېدل ملندې به يې پرې وهلې، دکښتۍ جوړولو له امله يې، حال دا چې په ځمکه کې يې نه اوبه شته او نه نهرونه، خو کله چې دهغوی ملنډې وهل زيات شول؛ نو ورته يې وويل: که نن ورځ تاسو ای اشرافو! پر موږ ملنډې وهئ چې کښتۍ جوړوو، خو موږ به ستاسو دناپوهۍ له امله پرتاسو ملنډې وهو کله چې مو امر دډوبېدو وشي. فسوف تعلمون من يأتيه عذاب يخزيه ويحل عليه عذاب م قيم

فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ مَن يَأْتِيهِ عَذَابٌۭ يُخْزِيهِ وَيَحِلُّ عَلَيْهِ عَذَابٌۭ مُّقِيمٌ ﴿٣٩﴾

ژر به پوه شئ چې په دنيا کې چاته سزا راځي چې رسوا او سپک به يې کړي او دقيامت په ورځ تلپاتې نه پرې کېدونکې سزا به پرې نازله شي

حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءَ أَمْرُنَا وَفَارَ ٱلتَّنُّورُ قُلْنَا ٱحْمِلْ فِيهَا مِن كُلٍّۢ زَوْجَيْنِ ٱثْنَيْنِ وَأَهْلَكَ إِلَّا مَن سَبَقَ عَلَيْهِ ٱلْقَوْلُ وَمَنْ ءَامَنَ ۚ وَمَآ ءَامَنَ مَعَهُۥٓ إِلَّا قَلِيلٌۭ ﴿٤٠﴾

نوح عليه السلام دهغې کښتۍ جوړول پای ته ورسول چې الله يې دجوړولو امر ورته کړی و، تر دې چې زموږ لخوا دهغوی دتباهۍ امر راغی، دطوفان دپيل د اعلان په ډول له هغه تنوره اوبه را وخوټې دې چې پخلی يې پرې کولو، موږ نوح عليه السلام ته وويل: دځمکې پر مخ له هر ډول څارويو څخه يوه جوړه: نر او ښځه کښتۍ ته پورته کړه، خپله کورنۍ دې پورته کړه پرته له هغه چا چې په اړه يې پرېکړه شوې چې ډوبېدونکی به وي، ځکه چې ايمان نه راوړي اوله قوم څخه دې هغه مخ ۶ له ۱۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر خلک درسره پورته کړه چې ايمان راوړی، له هغه سره يې له قومه ايمان نه ور اوړی مګر لږ شمېر په دومره اوږده موده کې چې هغه پکښې تېره کړه، هغوی پر الله ايمان راوړلو ته رابلل

۞ وَقَالَ ٱرْكَبُوا۟ فِيهَا بِسْمِ ٱللَّهِ مَجْر۪ىٰهَا وَمُرْسَىٰهَآ ۚ إِنَّ رَبِّى لَغَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿٤١﴾

او نوح عليه السلام دخپلې کورنۍ او قوم هغو خلکو ته وويل چې ايمان يې راوړی و: کښتۍ ته پورته شئ، دالله په نوم به دکښتۍ تګ وي او دهغه په نوم به يې درېدل وي، بېشکه پالونکی مې له خپلو بندګانو څخه چې څوک توبه وباسي دګناهونو بښونکی دی، پر هغوی مهربان دی او دهغه له لورېينې څخه داده چې مؤمنان يې له تباهۍ وژغورل

وَهِىَ تَجْرِى بِهِمْ فِى مَوْجٍۢ كَٱلْجِبَالِ وَنَادَىٰ نُوحٌ ٱبْنَهُۥ وَكَانَ فِى مَعْزِلٍۢ يَـٰبُنَىَّ ٱرْكَب مَّعَنَا وَلَا تَكُن مَّعَ ٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿٤٢﴾

او کښتۍ چې خلک او نور شيان پکښې وو دغره په شان لويه څپه کې روانه وه، دپلارولۍ دزړه سوي له امله نوح عليه السلام خپل کافر زوی ته آواز وکړ، په داسې حال کې چې له پلار او قوم څخه يې بېل په يو ځای کې و: ای بچوړیه زموږ سره په کښتۍ کې سپور شه تر څو له ډوبېدو وژغورل شې، له کافرانو سره مه کېږه، چې دډوبېدو تباهي به درته ورسيږي کومه چې هغوی ته رسيږي

قَالَ سَـَٔاوِىٓ إِلَىٰ جَبَلٍۢ يَعْصِمُنِى مِنَ ٱلْمَآءِ ۚ قَالَ لَا عَاصِمَ ٱلْيَوْمَ مِنْ أَمْرِ ٱللَّهِ إِلَّا مَن رَّحِمَ ۚ وَحَالَ بَيْنَهُمَا ٱلْمَوْجُ فَكَانَ مِنَ ٱلْمُغْرَقِينَ ﴿٤٣﴾

دنوح زوی نوح عليه السلام ته وويل: ژر ده چې لوړ غره ته به پناه يوسم، تر څو ماته داوبو رسېدلو مخه ونيسي، نوح عليه السلام خپل زوی ته وويل: نن ورځ دالله د سزا په وړاندې چې په طوفان کې ډوبېدل دي کوم خنډ نشته، مګر همغه مهربان الله پاک چې په خپله لورېينه چاته وغواړي له ډوبېدو يې ژغوري، دنوح او کافر زوی تر منځ يې څپې بېلوالی راوستی او زوی يې په طوفان له ډوبېدونکو څخه شو دخپل کفر له امله

وَقِيلَ يَـٰٓأَرْضُ ٱبْلَعِى مَآءَكِ وَيَـٰسَمَآءُ أَقْلِعِى وَغِيضَ ٱلْمَآءُ وَقُضِىَ ٱلْأَمْرُ وَٱسْتَوَتْ عَلَى ٱلْجُودِىِّ ۖ وَقِيلَ بُعْدًۭا لِّلْقَوْمِ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٤٤﴾

دطوفان له پای ته رسېدلو وروسته الله ځمکې ته وويل: ای ځمکې! له طوفانه چې کومې اوبه درباندې دي هغه وڅښه، او آسمان ته يې وويل: ای آسمانه! بند شه او باران مه وروه، اوبه کمې شوې آن تردې چې ځمکه وچه شوه، الله کافران تباه کړل، کښتۍ په جودي نومي غره ودرېده او وويل شول: لرې والی او تباهي ده هغه قوم لره چې په کفر سره دالله له پولو اوښتونکي دي

وَنَادَىٰ نُوحٌۭ رَّبَّهُۥ فَقَالَ رَبِّ إِنَّ ٱبْنِى مِنْ أَهْلِى وَإِنَّ وَعْدَكَ ٱلْحَقُّ وَأَنتَ أَحْكَمُ ٱلْحَـٰكِمِينَ ﴿٤٥﴾

نوح عليه السلام خپل پالونکي ته دمرسته غوښتونکي په توګه آواز وکړ: ای زما پالونکيه! زما زوی زما له کورنۍ څخه دی چې تا يې دژغورنې ژمنه کړې ده او ستا ژمنه داسې رښتيا ده چې په هغې کې خلاف نشته او ته ترټولو پرېکړه کوونکو زيات عادل او تر ټولو زيات پوه يې

قَالَ يَـٰنُوحُ إِنَّهُۥ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ ۖ إِنَّهُۥ عَمَلٌ غَيْرُ صَـٰلِحٍۢ ۖ فَلَا تَسْـَٔلْنِ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِۦ عِلْمٌ ۖ إِنِّىٓ أَعِظُكَ أَن تَكُونَ مِنَ ٱلْجَـٰهِلِينَ ﴿٤٦﴾

الله نوح عليه السلام ته وويل: بېشکه ستا هغه زوی چې ته يې ژغورنه غواړې ستا له هغې کورنۍ څخه ندی چې ما يې دژغورنې ژمنه درسره کړې ده، ځکه هغه کافر دی، ستا غوښتنه ای نوحه! ستا لخوا مناسب کار ندی او دهغه چا لپاره نه ښايي چې ستا په مرتبه کې وي، هغه څه را څخه مه غواړه چې تا لره پرې پوهه نه وي، زه دې وېروم له دې څخه چې ته دناپوهانو له ډلې څخه شې؛ نو هغه څه راڅخه مه غواړه چې زما دپوهې او حکمت خلاف وي. مخ ۷ له ۱۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

قَالَ رَبِّ إِنِّىٓ أَعُوذُ بِكَ أَنْ أَسْـَٔلَكَ مَا لَيْسَ لِى بِهِۦ عِلْمٌۭ ۖ وَإِلَّا تَغْفِرْ لِى وَتَرْحَمْنِىٓ أَكُن مِّنَ ٱلْخَـٰسِرِينَ ﴿٤٧﴾

نوح عليه السلام وويل: ای زما پالونکيه! زه پرتا پناه غواړم له دې څخه چې دهغه څه غوښتنه در څخه وکړم چې ما لره پرې پوهه نشته، که ته راته زما دګناه بښنه ونکړې او په خپله لورېينه را باندې ونه رحمېږې زه به له هغه زيانمنو څخه شم چې په آخرت کې يې خپلې برخې له لا سه ورکړي دي

قِيلَ يَـٰنُوحُ ٱهْبِطْ بِسَلَـٰمٍۢ مِّنَّا وَبَرَكَـٰتٍ عَلَيْكَ وَعَلَىٰٓ أُمَمٍۢ مِّمَّن مَّعَكَ ۚ وَأُمَمٌۭ سَنُمَتِّعُهُمْ ثُمَّ يَمَسُّهُم مِّنَّا عَذَابٌ أَلِيمٌۭ ﴿٤٨﴾

الله نوح عليه السلام ته وويل: ای نوحه! له کښتۍ ښکته شه، په سلامتۍ، امن، دالله لخوا پرتا، دهغو مؤمنانو پر اولادو چې په کښتۍ کې درسره دي، له تا وروسته راځي دډېرو پېرزوينو سره، هلته دهغوی له اولادونو څخه نور امتونه دي چې کافران دي، ژر به ددغه دنيا په ژوند کې ګټه ورکړو او هغه څه به ورکړو چې ژوند پرې وکړي، بيا به زموږ لخوا په آخرت کې دردوونکې سزا ومومي

تِلْكَ مِنْ أَنۢبَآءِ ٱلْغَيْبِ نُوحِيهَآ إِلَيْكَ ۖ مَا كُنتَ تَعْلَمُهَآ أَنتَ وَلَا قَوْمُكَ مِن قَبْلِ هَـٰذَا ۖ فَٱصْبِرْ ۖ إِنَّ ٱلْعَـٰقِبَةَ لِلْمُتَّقِينَ ﴿٤٩﴾

دنوح عليه السلام دغه کيسه دپټو(غیبو) له خبرونو څخه ده ای رسوله! له دغې وحې مخکې چې موږ درته کړې ده نه ته پرې پوهېدې او نه دې قوم پرې پوهېده؛ نو د قوم پر کړاو او دهغوی پر درواغ ګڼلو دې له زغم څخه کار واخله لکه نوح عليه السلام چې زغم کړی و، بېشکه مرسته او برلاسي هغه چا لره دي چې دالله حکمونه مني او له نواهيو څخه يې ځانونه ساتي

وَإِلَىٰ عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًۭا ۚ قَالَ يَـٰقَوْمِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـٰهٍ غَيْرُهُۥٓ ۖ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا مُفْتَرُونَ ﴿٥٠﴾

او دعاد قوم ته مو دهغوی ورور هود عليه السلام ولېږلو، هغه ورته وويل: ای زما قومه! يوازې دالله عبادت وکړئ او له هغه سره هيڅوک مه شريکوئ، تاسو لره له هغه پاک ذات پرته بل هيڅوک دعبادت وړ نشته او تاسو په دغه دعوی کې چې هغه لره شريک شته يوازې درواغجن ياستی

يَـٰقَوْمِ لَآ أَسْـَٔلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا ۖ إِنْ أَجْرِىَ إِلَّا عَلَى ٱلَّذِى فَطَرَنِىٓ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿٥١﴾

ای زما قومه، زه له تاسو پر هغه څه چې دپالونکي لخوا مې درته رسوم بدله نه غواړم، زما بدله يوازې پر هغه الله ده چې پيداکړی يې يم؛ نو آيا پردې نه پوهېږئ او کوم څه ته مو چې رابولم هغه ومنئ؟!

وَيَـٰقَوْمِ ٱسْتَغْفِرُوا۟ رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوٓا۟ إِلَيْهِ يُرْسِلِ ٱلسَّمَآءَ عَلَيْكُم مِّدْرَارًۭا وَيَزِدْكُمْ قُوَّةً إِلَىٰ قُوَّتِكُمْ وَلَا تَتَوَلَّوْا۟ مُجْرِمِينَ ﴿٥٢﴾

او ای زما قومه، له الله بښنه وغواړئ، بيا هغه ته توبه وباسئ له خپلو ګناهونو څخه چې تر ټولو لويه يې شرک دی، پردې به بدله درکړي دزيات باران په ورولو سره، په عزت کې به مو زياتوالی راولي داولادونو او مالونو په زياتوالي سره، له هغه څه مخ مه اړوئ چې ورته رابولم مو، که نه زما له بلنې څخه په مخ اړولو، له الله څخه په انکار او دهغه څه په درواغ ګڼلو چې زه ورسره راغلی یم له ګناه کوونکو څخه به شئ

قَالُوا۟ يَـٰهُودُ مَا جِئْتَنَا بِبَيِّنَةٍۢ وَمَا نَحْنُ بِتَارِكِىٓ ءَالِهَتِنَا عَن قَوْلِكَ وَمَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِينَ ﴿٥٣﴾

قوم يې وويل: ای هوده! موږ ته له کوم داسې څرګند دليل سره نه يې راغلی چې پر تا مو ايمان راوړونکي وګرځوي، نه ستا له دليل څخه په خالي وينا دخپلو معبودانو د عبادت پرېښودونکي يو او نه تا لره ايمان راوړونکي په هغه څه چې دعوی يې لرې چې ته رسول یې

إِن نَّقُولُ إِلَّا ٱعْتَرَىٰكَ بَعْضُ ءَالِهَتِنَا بِسُوٓءٍۢ ۗ قَالَ إِنِّىٓ أُشْهِدُ ٱللَّهَ وَٱشْهَدُوٓا۟ أَنِّى بَرِىٓءٌۭ مِّمَّا تُشْرِكُونَ ﴿٥٤﴾

مِن دُونِهِۦ ۖ فَكِيدُونِى جَمِيعًۭا ثُمَّ لَا تُنظِرُونِ ﴿٥٥﴾

موږ نه وايو خو داچې زموږ ځينې معبودانو لېونی کړی يې، ځکه ته مو دهغو له لمانځلو راګرځوې، هود عليه السلام وويل: بېشکه زه الله شاهد ګرځوم او تاسو هم مخ ۸ له ۱۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر شاهدان اوسئ چې زه ستاسو دهغو معبودانو له لمانځلو بېزاره يم چې تاسو يې له الله پرته لمانځئ؛ نو تاسو او هغه معبودان مو چې تاسو ګومان کوئ چې زه يې لېونی کړی يم زما پر وړاندې چل وکړئ بيا مهلت مه راکوئ

إِنِّى تَوَكَّلْتُ عَلَى ٱللَّهِ رَبِّى وَرَبِّكُم ۚ مَّا مِن دَآبَّةٍ إِلَّا هُوَ ءَاخِذٌۢ بِنَاصِيَتِهَآ ۚ إِنَّ رَبِّى عَلَىٰ صِرَٰطٍۢ مُّسْتَقِيمٍۢ ﴿٥٦﴾

بېشکه زه يوازې پر الله بروسه کوم او په خپله معامله کې پر هغه باور کوم، هغه زما او ستاسو پالونکی دی، هيڅ شی دځمکې پر مخ نه ګرځي خو دا چې الله ته غاړه اېښودونکی دی، دهغه تر واک او اختيار لا ندې دی، اړوي يې څنګه چې وغواړي، بېشکه زما پالونکی پر حق او عدل دی؛ نو هيڅکله به تاسو ته پر ما واک درنکړي، ځکه زه پر حقه او تاسو پر باطل ياست

فَإِن تَوَلَّوْا۟ فَقَدْ أَبْلَغْتُكُم مَّآ أُرْسِلْتُ بِهِۦٓ إِلَيْكُمْ ۚ وَيَسْتَخْلِفُ رَبِّى قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّونَهُۥ شَيْـًٔا ۚ إِنَّ رَبِّى عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ حَفِيظٌۭ ﴿٥٧﴾

شىء حفيظ که چېرې تاسو مخ واړوئ او شا وګرځوئ هغه څه ته چې زه ورسره راغلی يم، نو پر ما يوازې تر تاسو رسول دي او بېشکه ما هر هغه څه تر تاسو ورسول چې الله ورسره لېږلی وم او په رسولو يې امر راته کړی و، بېشکه پر تاسو حجت قائم شو، ژر به زما پالونکی تاسو تباه کړي او ستاسو پرځای به بل قوم راولي چې ستاسو ځای ناستی شي، تاسو مو په درواغ ګڼلو او مخ اړولو نه الله ته لوی زيان رسولی شئ او نه کوچنی، ځکه هغه يې له بندګانو بې پروا دی، بېشکه زما پالونکی پر هر څه څارونکی دی؛ نو هغه به مې له هغه شره ساتي چې تاسو يې زما په اړه چل کوئ

وَلَمَّا جَآءَ أَمْرُنَا نَجَّيْنَا هُودًۭا وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَهُۥ بِرَحْمَةٍۢ مِّنَّا وَنَجَّيْنَـٰهُم مِّنْ عَذَابٍ غَلِيظٍۢ ﴿٥٨﴾

کله چې دهغوی دتباهۍ لپاره زموږ پرېکړه راغله، هود عليه السلام او هغه کسان چې ايمان يې ورسره راوړی و، زموږ په هغه لورېينه مو وساتل چې ورته رسېدلې وه او هغوی مو له سختې سزا څخه وساتل چې دهغه کافر قوم ته مو پرې سزا ورکړه

وَتِلْكَ عَادٌۭ ۖ جَحَدُوا۟ بِـَٔايَـٰتِ رَبِّهِمْ وَعَصَوْا۟ رُسُلَهُۥ وَٱتَّبَعُوٓا۟ أَمْرَ كُلِّ جَبَّارٍ عَنِيدٍۢ ﴿٥٩﴾

دغه دعاديانو قوم دی دخپل پالونکي له نښانو يې انکار کړې ده، له خپل رسول هود عليه السلام څخه يې سرغړونه کړې ده، دحق پر وړاندې دهر داسې لويي کوونکي چې حق نه مني او نه غاړه ورته ږدي خبر يې منلې ده

وَأُتْبِعُوا۟ فِى هَـٰذِهِ ٱلدُّنْيَا لَعْنَةًۭ وَيَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۗ أَلَآ إِنَّ عَادًۭا كَفَرُوا۟ رَبَّهُمْ ۗ أَلَا بُعْدًۭا لِّعَادٍۢ قَوْمِ هُودٍۢ ﴿٦٠﴾

له هغوی سره ددنيا په دغه ژوند کې رسوايي او دالله له لورېينې لرې والی يوځای شوي دي، همدارنګه دقيامت په ورځ به دالله له لورېينې لرې کړل شوي وي، دا پر الله دهغوی دکفر له امله، خبر اوسئ الله هغوی له هرې ښېګڼې لرې کړي او هرې بدۍ ته يې نېږدې کړي دي

۞ وَإِلَىٰ ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَـٰلِحًۭا ۚ قَالَ يَـٰقَوْمِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـٰهٍ غَيْرُهُۥ ۖ هُوَ أَنشَأَكُم مِّنَ ٱلْأَرْضِ وَٱسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا فَٱسْتَغْفِرُوهُ ثُمَّ تُوبُوٓا۟ إِلَيْهِ ۚ إِنَّ رَبِّى قَرِيبٌۭ مُّجِيبٌۭ ﴿٦١﴾

ثموديانو ته مو دهغوی ورور صالح عليه السلام ولېږه، هغه وويل: ای زما قومه! يوازې دالله عبادت وکړئ، تاسو لره له هغه پرته بل دعبادت وړ معبود (لمانځلی) نشته، هغه تاسو دځمکې له خاورې پيداکړي ياست ستاسو دپلار آدم عليه السلام په پيدايښت سره له هغې خاورې څخه، دهغې(ځمکې) آبادوونکي يې ګرځولي ياست؛ نو له هغه بښنه وغواړئ بيا هغه ته وروګرځئ دښوکړنو پر ترسره کولو او دګناهونو په پرېښودلو سره، بېشکه زما پالونکی هغه چا لره نږدې دی چې هغه لره عبادت ځانګړی کړي، دهغه ددعا قبلوونکی دی. مخ ۹ له ۱۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر و

قَالُوا۟ يَـٰصَـٰلِحُ قَدْ كُنتَ فِينَا مَرْجُوًّۭا قَبْلَ هَـٰذَآ ۖ أَتَنْهَىٰنَآ أَن نَّعْبُدَ مَا يَعْبُدُ ءَابَآؤُنَا وَإِنَّنَا لَفِى شَكٍّۢ مِّمَّا تَدْعُونَآ إِلَيْهِ مُرِيبٍۢ ﴿٦٢﴾

مريب هغه ته يې قوم وويل: ای صالحه! له دغې بلنې مخکې ته زموږ تر منځ دلوړې مرتبې څښتن وې، بېشکه موږ هيله لرله چې ته به هوښيار، دپند او مشورې څښتن وې، آيا ته مو راګرځوې ای صالحه! دهغه څه له عبادته چې زموږ پلرونو يې عبادت کولو؟ بېشکه موږ دهغه څه په اړه په شک کې يو چې وربولې مو، يوازې دالله عبادت ته، هغه څه موږ اړ باسي چې پر تا دالله په اړه ددرواغو تور ولګوو

قَالَ يَـٰقَوْمِ أَرَءَيْتُمْ إِن كُنتُ عَلَىٰ بَيِّنَةٍۢ مِّن رَّبِّى وَءَاتَىٰنِى مِنْهُ رَحْمَةًۭ فَمَن يَنصُرُنِى مِنَ ٱللَّهِ إِنْ عَصَيْتُهُۥ ۖ فَمَا تَزِيدُونَنِى غَيْرَ تَخْسِيرٍۢ ﴿٦٣﴾

تزيدوننى غير تخسير صالح عليه السلام خپل قوم ته دځواب په توګه وويل: ای زما قومه! خبر راکړئ که چېرې زه دخپل پالونکي لخوا په څرګند دليل وم، له خپل لوري يې ماته لورېينه راکړې وي چې هغه نبوت دی؛ نو څوک به مې يې له سزا وژغوري که زه ترې سرغړونه وکړم دهغه څه په نه رسولو کې چې تر تاسو يې درسولو امر راته کړی؟ نو تاسو يوازې زما لا رورکي او دهغه له رضا لېرې والی غواړئ

وَيَـٰقَوْمِ هَـٰذِهِۦ نَاقَةُ ٱللَّهِ لَكُمْ ءَايَةًۭ فَذَرُوهَا تَأْكُلْ فِىٓ أَرْضِ ٱللَّهِ وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوٓءٍۢ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابٌۭ قَرِيبٌۭ ﴿٦٤﴾

او ای زما قومه! دغه دالله اوښه تاسوته زما درېښتينولۍ نښه ده، پرې يې ږدئ څري به دالله په ځمکه کې، هغې ته هيڅ کړاو مه رسوئ، که نه ستاسو لخوا دهغې د ټپي کولو سره په نېږدې وخت کې به دالله عذاب درته ورسيږي

فَعَقَرُوهَا فَقَالَ تَمَتَّعُوا۟ فِى دَارِكُمْ ثَلَـٰثَةَ أَيَّامٍۢ ۖ ذَٰلِكَ وَعْدٌ غَيْرُ مَكْذُوبٍۢ ﴿٦٥﴾

نو هغه يې ذبح کړه په درواغ ګڼلو کې دژور تللو له امله، صالح عليه السلام ورته وويل: دهغې له ذبحې په ځمکه کې له ژونده درې ورځې ګټه پورته کړئ بیا به د الله سزا درته راشي، له دې وروسته دسزا راتګ يوه هرومرو ترسره کېدونکې ژمنه ده درواغ نده بلکې هغه رېښتينې ژمنه ده

فَلَمَّا جَآءَ أَمْرُنَا نَجَّيْنَا صَـٰلِحًۭا وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَهُۥ بِرَحْمَةٍۢ مِّنَّا وَمِنْ خِزْىِ يَوْمِئِذٍ ۗ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ ٱلْقَوِىُّ ٱلْعَزِيزُ ﴿٦٦﴾

کله چې دهغوی په تباهۍ سره زموږ پرېکړه راغله، صالح عليه السلام او هغه کسان چې ايمان يې ورسره راوړی وو زموږ لخوا په لورېينه مو روغ وساتل، هغوی مو د دغې ورځې له رسوايۍ او سپکاوي څخه روغ وساتل، بېشکه ای رسوله! هغه ځواکمن داسې برلاسی دی چې هيڅوک نشي پرې برلاسی کېدلی، له همدې امله يې درواغ ګڼونکي امتونه تباه کړل

وَأَخَذَ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ ٱلصَّيْحَةُ فَأَصْبَحُوا۟ فِى دِيَـٰرِهِمْ جَـٰثِمِينَ ﴿٦٧﴾

سخت تباه کوونکي آواز ثموديان ونيول، چې له سختوالي يې مړه شول، پر مخونو يې پرېوتل، بېشکه مخونه يې له خاورو سره ولګېدل

كَأَن لَّمْ يَغْنَوْا۟ فِيهَآ ۗ أَلَآ إِنَّ ثَمُودَا۟ كَفَرُوا۟ رَبَّهُمْ ۗ أَلَا بُعْدًۭا لِّثَمُودَ ﴿٦٨﴾

ګواکې په خپلو ښارونو کې يې په پېرزوينه او پراخه ژوند کې نه وو اوسېدلي، خبراوسئ بېشکه ثموديانو په خپل پالونکي کفر کړی دی، تل دالله له لورېينې لرې کړل شوي دي

وَلَقَدْ جَآءَتْ رُسُلُنَآ إِبْرَٰهِيمَ بِٱلْبُشْرَىٰ قَالُوا۟ سَلَـٰمًۭا ۖ قَالَ سَلَـٰمٌۭ ۖ فَمَا لَبِثَ أَن جَآءَ بِعِجْلٍ حَنِيذٍۢ ﴿٦٩﴾

او بېشکه ابراهيم عليه السلام ته پرېښتې دسړو په څېرو کې راغلې، هغه او مېرمنې ته يې داسحاق بیا دیعقوب زېری ورکوونکې وې، پرېښتو وويل: سلام دې وي، مخ ۱۰ له ۱۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ابراهيم عليه السلام هغوی ته په سلام ويلو ځواب ورکړ او تېز ولاړ، کباب کړی خسی يې ورته راوړ، تر څو له هغه خوراک وکړي په دې ګومان چې هغوی سړي دي

فَلَمَّا رَءَآ أَيْدِيَهُمْ لَا تَصِلُ إِلَيْهِ نَكِرَهُمْ وَأَوْجَسَ مِنْهُمْ خِيفَةًۭ ۚ قَالُوا۟ لَا تَخَفْ إِنَّآ أُرْسِلْنَآ إِلَىٰ قَوْمِ لُوطٍۢ ﴿٧٠﴾

کله چې ابراهيم عليه السلام وليدل چې لا سونه يې خسي ته نه رسيږي او څه ترې نه خوري، دا يې له هغوی څخه بد وګڼل او په زړه کې ترې وډار شو؛ خو کله چې پرېښتو له ځانه دهغه وېره وليدله ويې ویل: له موږ مه ډارېږه، موږ الله دلوط عليه السلام قوم ته رالېږلې يو تر څو سزا ورکړو

وَٱمْرَأَتُهُۥ قَآئِمَةٌۭ فَضَحِكَتْ فَبَشَّرْنَـٰهَا بِإِسْحَـٰقَ وَمِن وَرَآءِ إِسْحَـٰقَ يَعْقُوبَ ﴿٧١﴾

دابراهيم عليه السلام مېرمن (ساره) ولاړه وه، موږ دهغه څه خبر ورکړ چې خوشحاله يې کړي، هغه دا چې اسحاق به وزېږوي او داسحاق به يو زوی وي يعقوب؛ نو هغې وخندل او په هغه خوشحاله شوه چې وايې ورېدل

قَالَتْ يَـٰوَيْلَتَىٰٓ ءَأَلِدُ وَأَنَا۠ عَجُوزٌۭ وَهَـٰذَا بَعْلِى شَيْخًا ۖ إِنَّ هَـٰذَا لَشَىْءٌ عَجِيبٌۭ ﴿٧٢﴾

ساره وويل کله چې پرېښتو دغه حيروانوونکی زيری ورکړ:څنګه به مې بچی وشي حال دا چې زه دډېر عمر يم، له بچي ناهيلې يم او دغه زما مېړه دبوډاوالي عمر ته رسېدلی؟! بېشکه په دغه حالت کې دبچي پيدا کېدل حيرانوونکی کار دی، دعادت خلاف دی

قَالُوٓا۟ أَتَعْجَبِينَ مِنْ أَمْرِ ٱللَّهِ ۖ رَحْمَتُ ٱللَّهِ وَبَرَكَـٰتُهُۥ عَلَيْكُمْ أَهْلَ ٱلْبَيْتِ ۚ إِنَّهُۥ حَمِيدٌۭ مَّجِيدٌۭ ﴿٧٣﴾

پرېښتو ساره ته وويل ولې له زيري حيرانه شوې: آیا دالله له پرېکړې او تقديره حيرانېږې؟ پر ستا غوندې شخص دا خبره پټه نده چې الله پردغه څه قادر دی، پر تاسو د الله لورېينه او برکتونه دي ای دابراهيم دکورنۍ خلکو! بېشکه الله په خپلو صفتونو او کړنو کې ستایل شوی دی، ددرناوي او مرتبې څښتن دی

فَلَمَّا ذَهَبَ عَنْ إِبْرَٰهِيمَ ٱلرَّوْعُ وَجَآءَتْهُ ٱلْبُشْرَىٰ يُجَـٰدِلُنَا فِى قَوْمِ لُوطٍ ﴿٧٤﴾

کله چې له ابراهيم عليه السلام څخه وېره ولاړه چې دهغو مېلمنو لخوا ورته رسېدلې وه چې دهغه ډوډۍ يې ونه خوړله، وروسته له پوهېدو چې هغوی پرېښتې دي او دخوښۍ خبر ورته راغی چې دهغه به اسحاق زوی کيږي بيا يعقوب، زموږ له استازو سره يې دلوط عليه السلام دقوم په اړه شخړه پیل کړه، تر څو له هغوی سزا وروسته کړي او دلوط عليه السلام او دهغه کورنۍ وژغوري. إ ن إ برهيم لحليم أوه م نيب

إِنَّ إِبْرَٰهِيمَ لَحَلِيمٌ أَوَّٰهٌۭ مُّنِيبٌۭ ﴿٧٥﴾

بېشکه ابراهيم عليه السلام زړه سوانده دی، دسزا وروسته والی خوښوي، خپل پالونکي ته زيات عاجزي کوونکی دی، زيات دعا کوونکی او هغه ته ورګرځېدونکی دی

يَـٰٓإِبْرَٰهِيمُ أَعْرِضْ عَنْ هَـٰذَآ ۖ إِنَّهُۥ قَدْ جَآءَ أَمْرُ رَبِّكَ ۖ وَإِنَّهُمْ ءَاتِيهِمْ عَذَابٌ غَيْرُ مَرْدُودٍۢ ﴿٧٦﴾

پرېښتو وويل: ای ابراهيمه! دلوط عليه السلام دقوم په اړه له شخړې لا س په سر شه، بېشکه ستا دپالونکي پرېکړه دهغه سزا دواقع کېدو په اړه چې پر هغوی ټاکل شوې ده راغله، بېشکه دلوط عليه السلام پر قوم لویه سزا راتلونکې ده چې شخړه او دعا يې مخه نشي نيولی

وَلَمَّا جَآءَتْ رُسُلُنَا لُوطًۭا سِىٓءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًۭا وَقَالَ هَـٰذَا يَوْمٌ عَصِيبٌۭ ﴿٧٧﴾

کله چې پرېښتې لوط عليه السلام ته دسړيو په څېرو کې راغلې دهغوی راتګ يې خوښ نه شو او سينه (زړه) يې دخپل هغه قوم څخه پر هغوی دوېرې له امله تنګ شو چې دښخو پرځای سړيو ته دخپلو غوښتو پوره کولو لپاره راځي او لوط عليه السلام وويل: دا سخته ورځ ده ځکه هغه ګومان کوي چې هغوی به يې پر مېلمنو برلاسي شي. مخ ۱۱ له ۱۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَجَآءَهُۥ قَوْمُهُۥ يُهْرَعُونَ إِلَيْهِ وَمِن قَبْلُ كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ٱلسَّيِّـَٔاتِ ۚ قَالَ يَـٰقَوْمِ هَـٰٓؤُلَآءِ بَنَاتِى هُنَّ أَطْهَرُ لَكُمْ ۖ فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَلَا تُخْزُونِ فِى ضَيْفِىٓ ۖ أَلَيْسَ مِنكُمْ رَجُلٌۭ رَّشِيدٌۭ ﴿٧٨﴾

دلوط عليه السلام قوم لوط عليه السلام ته په منډه منډه راغی چې دهغه له مېلمنو سره دبدکارۍ هوډ لرونکي وو، له دې مخکې دهغوی عادت دښځو پر ځای سړيو ته دخوند اخېستو په موخه ورتګ و، لوط عليه السلام دخپل قوم دمخ نيوونکي او دمېلمنو په مخکې له خپل لوري دمعذرت غوښتونکي په توګه وويل: دغه زما لوڼې ستاسو دښځو له ډلې څخه دي، نو نکاح ورسره وکړئ، هغوی درته پاکې دي له دغې بدکارۍ څخه، له الله څخه ووېرېږئ، ماته مې دمېلمنو په اړه پېغور مه راوړئ، آيا له تاسو څخه ای قومه! کوم دسم عقل څښتن نشته چې له دغه ناوړه کار څخه مو راوګرځوي؟! قالوالقد علمت ما لنا فى بناتك من حق وإنك لتعلمما نريد

قَالُوا۟ لَقَدْ عَلِمْتَ مَا لَنَا فِى بَنَاتِكَ مِنْ حَقٍّۢ وَإِنَّكَ لَتَعْلَمُ مَا نُرِيدُ ﴿٧٩﴾

هغه ته يې قوم وويل: ای لوطه بېشکه موږ نه ستا لوڼو، نه دې دقوم ښځو او نه خوند اخېستو ته اړتيا لرو، بېشکه ته په هغه څه پوهېږې چې موږ يې هوډ لرو، موږ يوازې سړي غواړو

قَالَ لَوْ أَنَّ لِى بِكُمْ قُوَّةً أَوْ ءَاوِىٓ إِلَىٰ رُكْنٍۢ شَدِيدٍۢ ﴿٨٠﴾

لوط عليه السلام وويل: کاشکي ما لره ځواک وای چې ستاسو مخه مې پرې نيولې وای، يا يوه قبيله چې زه يې ژغورلی وای؛ نو زه به ستاسو او دخپلو مېلمنو تر منځ خنډ جوړ شوی وم

قَالُوا۟ يَـٰلُوطُ إِنَّا رُسُلُ رَبِّكَ لَن يَصِلُوٓا۟ إِلَيْكَ ۖ فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍۢ مِّنَ ٱلَّيْلِ وَلَا يَلْتَفِتْ مِنكُمْ أَحَدٌ إِلَّا ٱمْرَأَتَكَ ۖ إِنَّهُۥ مُصِيبُهَا مَآ أَصَابَهُمْ ۚ إِنَّ مَوْعِدَهُمُ ٱلصُّبْحُ ۚ أَلَيْسَ ٱلصُّبْحُ بِقَرِيبٍۢ ﴿٨١﴾

پرېښتو لوط عليه السلام ته وويل: ای لوطه! موږ استازي يو الله رالېږلي يو، هيڅکله به دې قوم زيان درته ونشي رسولی، خپله کورنۍ دې دشپې په تياره ساعت کې له دغه کلي وباسه او هيڅوک دې له تاسو شاته نه ګوري، پرته ستا له مېرمنې چې هغه به دمخالفت کوونکې په توګه ګوري، ځکه هغې ته به هغه سزا رسيږي چې ستا قوم ته رسيږي، بېشکه دهغوی دتباهۍ وخت سهار دی او هغه نېږدې وخت دی

فَلَمَّا جَآءَ أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَـٰلِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةًۭ مِّن سِجِّيلٍۢ مَّنضُودٍۢ ﴿٨٢﴾

کله چې دلوط عليه السلام دقوم دتباهۍ په اړه زموږ پرېکړه راغله، دهغوی دکليو لوړه خوا مو ښکته وګرځوله په پورته کولو اوپر هغوی دسرچپه کولو سره، او پر هغوی مو دسختې خټې يو په بل پسې پاس دپاسه کتار ډبرې واورولې

مُّسَوَّمَةً عِندَ رَبِّكَ ۖ وَمَا هِىَ مِنَ ٱلظَّـٰلِمِينَ بِبَعِيدٍۢ ﴿٨٣﴾

دغه ډبرې دالله لخوا په ځانګړې نښه نښانه شوې وې او دغه ډبرې دقريشو او نورو تيري کوونکو څخه لرې نه دي، بلکې نېږدې دي، کله چې الله يې پر هغوی د راښکته کولو پرېکړه وکړي راښکته به شي

۞ وَإِلَىٰ مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًۭا ۚ قَالَ يَـٰقَوْمِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـٰهٍ غَيْرُهُۥ ۖ وَلَا تَنقُصُوا۟ ٱلْمِكْيَالَ وَٱلْمِيزَانَ ۚ إِنِّىٓ أَرَىٰكُم بِخَيْرٍۢ وَإِنِّىٓ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍۢ مُّحِيطٍۢ ﴿٨٤﴾

ى او مدين ته مو دهغوی ورور شعيب ولېږه، هغه وويل: اې زما قومه! يوازې دهغه الله عبادت وکړئ چې تاسې لره له هغه پرته بل دعبادت وړ معبود نشته، کله چې خلکو ته پېمانه او تول کوئ؛ نو په پېمانه او تول کې کمی مه کوئ، پرته له شکه زه مو دروزۍ په پراخۍ او پېرزوينه کې وينم، نو په ګناهونو دالله پېرزوينه مه درباندې بدلوئ، او زه پر تاسې دداسې چاپېرېدونکې ورځې له سزا وېرېږم چې ستاسو هر يو به مومي، له هغه به هيڅ دتېښتې او پناه ځای ونه مومئ. مخ ۱۲ له ۱۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَيَـٰقَوْمِ أَوْفُوا۟ ٱلْمِكْيَالَ وَٱلْمِيزَانَ بِٱلْقِسْطِ ۖ وَلَا تَبْخَسُوا۟ ٱلنَّاسَ أَشْيَآءَهُمْ وَلَا تَعْثَوْا۟ فِى ٱلْأَرْضِ مُفْسِدِينَ ﴿٨٥﴾

ای قومه! په عدل پېمانه او تول پوره کوئ که چېرې نورو ته پېمانه يا تول کوئ، دخلکو له حقوقو هيڅ هم په تول کې په کمښت، دوکه او فريب مه کموئ او په ځمکه کې په وژنه او يا نورو ګناهونو وران کاري مه کوئ

بَقِيَّتُ ٱللَّهِ خَيْرٌۭ لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ۚ وَمَآ أَنَا۠ عَلَيْكُم بِحَفِيظٍۢ ﴿٨٦﴾

دالله هغه پاتې روزي چې په عدل سره يې دخلکو دحقوقو له اداکولو وروسته له حلالو تاسو لره پرېږدي، په تول او پېمانه کې له کمي او په ځمکه کې له وران کاري څخه دتر لا سه شوي زيادت څخه ډېره ګټوره او برکتناکه ده، که تاسو په حقه باور کوونکي ياست؛ نو پر دغه پاتې روزۍ خوښ اوسئ، زه پرتاسو څارونکی نه يم چې کړنې مو وشمېرم او ستاسو سره پرې محاسبه وکړم، بېشکه پر دغه څارونکی هغه څوک دی چې په راز او پټو پوهيږي

قَالُوا۟ يَـٰشُعَيْبُ أَصَلَوٰتُكَ تَأْمُرُكَ أَن نَّتْرُكَ مَا يَعْبُدُ ءَابَآؤُنَآ أَوْ أَن نَّفْعَلَ فِىٓ أَمْوَٰلِنَا مَا نَشَـٰٓؤُا۟ ۖ إِنَّكَ لَأَنتَ ٱلْحَلِيمُ ٱلرَّشِيدُ ﴿٨٧﴾

دشعيب عليه السلام قوم، شعيب عليه السلام ته وويل: ای شعيبه! هغه لمونځ چې ته يې دالله لپاره کوې تاته امر کوي چې موږ دهغه بوتانو عبادت پرېږدو چې زموږ پلرونو يې عبادت کاه او په خپلو مالونو کې هغه لا سوهنه چې موږ يې غواړو او هغه زيادت چې موږ يې غواړو پرېږدو؟ بېشکه ته زړه سوانده لا رښود يې، ته خو هغه هوښيار دحکمت څښتن يې چې له دغې بلنې مخکې مو پېژندلې؛ نو پر تا څه وشول؟!

قَالَ يَـٰقَوْمِ أَرَءَيْتُمْ إِن كُنتُ عَلَىٰ بَيِّنَةٍۢ مِّن رَّبِّى وَرَزَقَنِى مِنْهُ رِزْقًا حَسَنًۭا ۚ وَمَآ أُرِيدُ أَنْ أُخَالِفَكُمْ إِلَىٰ مَآ أَنْهَىٰكُمْ عَنْهُ ۚ إِنْ أُرِيدُ إِلَّا ٱلْإِصْلَـٰحَ مَا ٱسْتَطَعْتُ ۚ وَمَا تَوْفِيقِىٓ إِلَّا بِٱللَّهِ ۚ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ ﴿٨٨﴾

شعيب عليه السلام خپل قوم ته وويل: ای زما قومه! ستاسو له حاله ماته خبر راکړئ، که چېرې زه دخپل پالونکي لخوا په څرګند دليل او پوهه وم، هغه له خپل لوري ماته حلاله روزي راکړې ده او دهغه لخوا نبوت دی، زه نه غواړم چې تاسو له کوم څه راوګرځوم يا يې په ترسره کولو کې ستاسو مخالفت وکړم، زه يوازې دخپل توان تر کچې ستاسو دپالونکي توحيد ته په را بلنه ستاسو اصلاح غواړم او ددغه په ترلاسه کولو کې ماته وس راکول يوازې په الله پاک دي، په خپلو ټولو چارو کې مې يوازې پر هغه بروسه کوم او هغه ته ورګرځم

وَيَـٰقَوْمِ لَا يَجْرِمَنَّكُمْ شِقَاقِىٓ أَن يُصِيبَكُم مِّثْلُ مَآ أَصَابَ قَوْمَ نُوحٍ أَوْ قَوْمَ هُودٍ أَوْ قَوْمَ صَـٰلِحٍۢ ۚ وَمَا قَوْمُ لُوطٍۢ مِّنكُم بِبَعِيدٍۢ ﴿٨٩﴾

منكم ببعيد ای زما قومه! زما دوښمني دې تاسو دهغه څه درواغ ګڼلو ته ونه هڅوي چې زه ورسره راغلی يم، وېره ده چې هغه سزا به مو ونيسي لکه دنوح، هود او صالح عليهم السلام قومونه يې چې ونيول، دلوط عليه السلام قوم نه دزمانې او نه دځای له پلوه ستاسو څخه لرې دی او بېشکه تاسو پوه ياست پر هغه څه چې هغوی ته ورسېدل؛ نو پند واخلئ

وَٱسْتَغْفِرُوا۟ رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوٓا۟ إِلَيْهِ ۚ إِنَّ رَبِّى رَحِيمٌۭ وَدُودٌۭ ﴿٩٠﴾

له خپل پالونکي مو بښنه وغواړئ بيا هغه ته له خپلو ګناهونو توبه وباسئ، بېشکه زما پالونکی پر توبه کوونکو مهربانه(لورين) دی، له هغه چا سره زيات مينه کوونکی دی چې له هغوی توبه وباسي

قَالُوا۟ يَـٰشُعَيْبُ مَا نَفْقَهُ كَثِيرًۭا مِّمَّا تَقُولُ وَإِنَّا لَنَرَىٰكَ فِينَا ضَعِيفًۭا ۖ وَلَوْلَا رَهْطُكَ لَرَجَمْنَـٰكَ ۖ وَمَآ أَنتَ عَلَيْنَا بِعَزِيزٍۢ ﴿٩١﴾

دشعيب عليه السلام قوم، شعيب عليه السلام ته وويل: ای شعيبه! موږ په هغه څه ډېر نه پوهېږو چې تا راوړي دي، موږ دې په خپلو منځو کې کمزوری وينو، ځکه سترګو ته دې کمزوري يا ړوندوالی رسېدلی، که چېرې ستا قبيله زموږ پر ملت نه وای، هرومرو به مو په ډبرو وېشتلو وژلی وای، ته راته ګران نه يې چې له وژلو دې و مخ ۱۳ له ۱۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ډار شو، موږ ستا وژل يوازې ستا قبيلې ته ددرناوي له امله پرېښې دي

قَالَ يَـٰقَوْمِ أَرَهْطِىٓ أَعَزُّ عَلَيْكُم مِّنَ ٱللَّهِ وَٱتَّخَذْتُمُوهُ وَرَآءَكُمْ ظِهْرِيًّا ۖ إِنَّ رَبِّى بِمَا تَعْمَلُونَ مُحِيطٌۭ ﴿٩٢﴾

شعيب عليه السلام خپل قوم ته ويل: ای زما قومه! آيا زما قبيله ستاسو په اند له پالونکي الله څخه مو ډېره درته درنه او ګرانه ده؟ الله مو شاته غورځولی پرېښی چې پر هغه نبي مو يې ايمان نه دی راوړی کله چې يې درته ولېږي، بېشکه زما پالونکی پر هغه څه چاپېر دی چې ترسره کوئ يې، ستاسو له کړنو له هغه هيڅ پټ نه دي، ژر په دنيا کې پر هغو تاسو ته په تباه کولو بدله درکړي او په آخرت کې سزا

وَيَـٰقَوْمِ ٱعْمَلُوا۟ عَلَىٰ مَكَانَتِكُمْ إِنِّى عَـٰمِلٌۭ ۖ سَوْفَ تَعْلَمُونَ مَن يَأْتِيهِ عَذَابٌۭ يُخْزِيهِ وَمَنْ هُوَ كَـٰذِبٌۭ ۖ وَٱرْتَقِبُوٓا۟ إِنِّى مَعَكُمْ رَقِيبٌۭ ﴿٩٣﴾

معكم رقيب ای قومه! څومره چې کولای شئ په خپله هغه تګلاره عمل وکړئ چې خوښه کړې مو ده، بېشکه زه په خپله هغه تګلاره عمل کوونکی يم چې خوښه کړې مې ده څومره چې کولای شم، ژر به پوه شئ چې له موږ څخه چاته هغه سزا راځي چې رسوا يې کړي او څوک له موږ څخه په هغه څه کې درواغجن دی چې دعوی يې کوي؛ نو انتظاروکړئ دهغه څه چې الله يې پرېکړه کوي، بېشکه زه له تاسو سره انتظارکوونکی يم

وَلَمَّا جَآءَ أَمْرُنَا نَجَّيْنَا شُعَيْبًۭا وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَهُۥ بِرَحْمَةٍۢ مِّنَّا وَأَخَذَتِ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ ٱلصَّيْحَةُ فَأَصْبَحُوا۟ فِى دِيَـٰرِهِمْ جَـٰثِمِينَ ﴿٩٤﴾

جثمين کله چې زموږ پرېکړه دشعيب عليه السلام دقوم دتباهۍ په اړه راغله، شعيب عليه السلام او هغه کسان چې ايمان يې ورسره راوړی وپه خپله لورېينه مو وژغورل، او له قوم څخه يې چې چا تېری کړی وهغو ته سخت تباه کوونکی آواز ورسېد؛ نو مړه شول او پر مخونو پرېوتل، مخونه يې له خاورو سره ولګېدل

كَأَن لَّمْ يَغْنَوْا۟ فِيهَآ ۗ أَلَا بُعْدًۭا لِّمَدْيَنَ كَمَا بَعِدَتْ ثَمُودُ ﴿٩٥﴾

ګواکې مخکې پکښې نه وو اوسېدلي، خبر اوسئ دمدين خلک دالله له لورېينې لرې کړل شول پر هغوی دعذاب دراتلو له امله، لکه ثموديان چې ترې لرې کړل شوي وو پرهغوی دقهر دنازلېدو له امله. ولقد أرسلنا موس بٔايتنا وسلطن م بين

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَىٰ بِـَٔايَـٰتِنَا وَسُلْطَـٰنٍۢ مُّبِينٍ ﴿٩٦﴾

او بېشکه موسی عليه السلام مو له خپلو داسې نښو سره ولېږه چې دالله په توحيد دلالت کوونکي دي او له داسې څرګندو دلائلو سره چې دهغه څه پر رېښتينولۍ دلالت کوونکي دي چې ورسره راغلی وو

إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَإِي۟هِۦ فَٱتَّبَعُوٓا۟ أَمْرَ فِرْعَوْنَ ۖ وَمَآ أَمْرُ فِرْعَوْنَ بِرَشِيدٍۢ ﴿٩٧﴾

فرعون او دهغه دقوم سردارانو ته مو ولېږئ، دغو سردارانو دفرعون دامر پيروي وکړه پر الله دکفر له امله، دفرعون امر حق ته رسېدونکی امر نه و، تر دې چې پيروي يې وشي

يَقْدُمُ قَوْمَهُۥ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ فَأَوْرَدَهُمُ ٱلنَّارَ ۖ وَبِئْسَ ٱلْوِرْدُ ٱلْمَوْرُودُ ﴿٩٨﴾

دقيامت په ورځ به فرعون خپل قوم اور ته مخکې کړي تر دې چې ور دننه به يې کړي او هغه ډېر بد دورتلو ځای دی. مخ ۱۴ له ۱۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَأُتْبِعُوا۟ فِى هَـٰذِهِۦ لَعْنَةًۭ وَيَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۚ بِئْسَ ٱلرِّفْدُ ٱلْمَرْفُودُ ﴿٩٩﴾

ددنيا په ژوند کې الله له خپل رحمت څخه دهغوی پسې لعنت، شړل او لرېوالی کړی، سره له دې چې هغوی ته دډوبېدو تباهي رسېدلې ده او دقيامت په ورځ به له رحمت څخه شړل او لرېوالی ورپسې کړل شي، بد دي هغه څه چې هغوی ته رسېدلي ددوو ځلو پرله پسې لعنتونو او په دنيا او آخرت کې له سزا څخه

ذَٰلِكَ مِنْ أَنۢبَآءِ ٱلْقُرَىٰ نَقُصُّهُۥ عَلَيْكَ ۖ مِنْهَا قَآئِمٌۭ وَحَصِيدٌۭ ﴿١٠٠﴾

په دغه سورت کې دغه ياد شوي دډوبېدوخبرونه چې موږ دې پرې خبروو، ای رسوله! ددغو کليو دي چې دځينو نښې ولاړې او دځينو له منځه تللې دي او هيڅ نښه يې نده پاتې

وَمَا ظَلَمْنَـٰهُمْ وَلَـٰكِن ظَلَمُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ ۖ فَمَآ أَغْنَتْ عَنْهُمْ ءَالِهَتُهُمُ ٱلَّتِى يَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مِن شَىْءٍۢ لَّمَّا جَآءَ أَمْرُ رَبِّكَ ۖ وَمَا زَادُوهُمْ غَيْرَ تَتْبِيبٍۢ ﴿١٠١﴾

او موږ پر هغوی ظلم نه دی کړی، هغوی ته په تباهۍ رسولو، خو هغوی پرځانو ظلم کړی، چې ځانونه يې پر الله دکفر له امله دتباهۍ کندو ته اچولي دي؛ نو له الله پرته هغو معبودانو يې چې هغوی يې عبادت کولو له دوی څخه دتباهۍ دسزا مخه ونشوای نيولی ای رسوله! او دهغوی دغو معبودانو يوازې زيان او تباهي ور زياته کړه

وَكَذَٰلِكَ أَخْذُ رَبِّكَ إِذَآ أَخَذَ ٱلْقُرَىٰ وَهِىَ ظَـٰلِمَةٌ ۚ إِنَّ أَخْذَهُۥٓ أَلِيمٌۭ شَدِيدٌ ﴿١٠٢﴾

او همدارنګه هغه نيونه او له بېخه اېستنه چې الله درواغ ګڼونکي کلي په هر وخت او ځای کې پرې نيولي دي، بېشکه دالله دظالمو کليو نيونه يوه دردوونکې پياوړې نيونه ده

إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةًۭ لِّمَنْ خَافَ عَذَابَ ٱلْـَٔاخِرَةِ ۚ ذَٰلِكَ يَوْمٌۭ مَّجْمُوعٌۭ لَّهُ ٱلنَّاسُ وَذَٰلِكَ يَوْمٌۭ مَّشْهُودٌۭ ﴿١٠٣﴾

دالله لخوا ددغو ظالمو کليو په سخته نيونه کې دهغه چا لپاره پند او نصيحت دی چې دقيامت دورځې له سختې سزا وېريږي، دا هغه ورځ ده چې الله خلک د حساب لپاره ورته راغونډ وي او دغه دحاضرېدو ورځ ده چې دمحشر خلک به ورته راټوليږي. وما نؤخره إ ل الأجل م عدود

وَمَا نُؤَخِّرُهُۥٓ إِلَّا لِأَجَلٍۢ مَّعْدُودٍۢ ﴿١٠٤﴾

موږ دغه دحاضرېدو ورځ يوازې دمعلوم شمېر مودې لپاره وروسته کوو. ى

يَوْمَ يَأْتِ لَا تَكَلَّمُ نَفْسٌ إِلَّا بِإِذْنِهِۦ ۚ فَمِنْهُمْ شَقِىٌّۭ وَسَعِيدٌۭ ﴿١٠٥﴾

کله چې دغه ورځ راشي هيڅوک دکوم دليل او سپارښت په اړه خبرې نشي کولی تر څو دهغه اجازه نه وي، دوه ډوله خلک به وي: بدمرغه چې اور ته به ننوځي او نېکمرغه چې جنت (بڼ) ته به ننوځي

فَأَمَّا ٱلَّذِينَ شَقُوا۟ فَفِى ٱلنَّارِ لَهُمْ فِيهَا زَفِيرٌۭ وَشَهِيقٌ ﴿١٠٦﴾

کوم چې دکفر او خپلو کړنو له امله بدمرغه دي، هغوی به اور ته ننوځي، اوازونه او ساوې به يې پکې پورته کيږي په سختو لمبو کې دکړېدو له امله

خَـٰلِدِينَ فِيهَا مَا دَامَتِ ٱلسَّمَـٰوَٰتُ وَٱلْأَرْضُ إِلَّا مَا شَآءَ رَبُّكَ ۚ إِنَّ رَبَّكَ فَعَّالٌۭ لِّمَا يُرِيدُ ﴿١٠٧﴾

تل به پکښې اوسيږي، نه به ترې اېستل کيږي تر څو چې آسمانونه او ځمکه وي، خو دا چې الله له موحدو ګناهکارانو څخه دچا اېستل وغواړي، بېشکه ستا پالونکی ای رسوله! دهغه څه ښه ترسره کوونکی دی چې ويې غواړي، هغه پاک ذات لره کوم بد ګڼونکی نشته. مخ ۱۵ له ۱۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

۞ وَأَمَّا ٱلَّذِينَ سُعِدُوا۟ فَفِى ٱلْجَنَّةِ خَـٰلِدِينَ فِيهَا مَا دَامَتِ ٱلسَّمَـٰوَٰتُ وَٱلْأَرْضُ إِلَّا مَا شَآءَ رَبُّكَ ۖ عَطَآءً غَيْرَ مَجْذُوذٍۢ ﴿١٠٨﴾

مجذوذ او کوم چې نېکمرغه خلک دي، چې دخپل ايمان او کړنو دښه والي له امله يې نېکمرغي دالله لخوا تېره شوې ده، هغوی به په جنت کې وي، تل به پکښې اوسيږي ترڅو چې آسمانونه او ځمکه وي، خو دا چې الله دمومنو ګناهکارانو څخه دچا اور ته ننه اېستل وغواړي، بېشکه دالله پېرزوينې دجنتيانو لپاره نه پرې کېدونکې دي

فَلَا تَكُ فِى مِرْيَةٍۢ مِّمَّا يَعْبُدُ هَـٰٓؤُلَآءِ ۚ مَا يَعْبُدُونَ إِلَّا كَمَا يَعْبُدُ ءَابَآؤُهُم مِّن قَبْلُ ۚ وَإِنَّا لَمُوَفُّوهُمْ نَصِيبَهُمْ غَيْرَ مَنقُوصٍۢ ﴿١٠٩﴾

منقوص نو ای رسوله! دهغه څه له فساد څخه په شبه او شک کې مه کېږه چې دغه مشرکان يې عبادت کوي، دهغوی سره دهغه په صحت کوم عقلي او شرعي دليل نشته، له الله پرته دنورو پر عبادت يوازې دخپلو پلرونو پیروۍ اړ کړي دي، بېشکه موږ پرته له کمي هغوی ته يې سزا ورپوره کوونکي يو

وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَـٰبَ فَٱخْتُلِفَ فِيهِ ۚ وَلَوْلَا كَلِمَةٌۭ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ لَقُضِىَ بَيْنَهُمْ ۚ وَإِنَّهُمْ لَفِى شَكٍّۢ مِّنْهُ مُرِيبٍۢ ﴿١١٠﴾

مريب بېشکه موسی عليه السلام ته مو تورات ورکړ، خلکو پکښې اختلاف وکړ؛ نو ځينو پرې ايمان راوړ او ځينو کفر وکړ، که چېرې دالله مخکېنۍ پرېکړه نه وای چې په سزا کې بيړه نه کوي بلکې دحکمت له امله يې دقيامت تر ورځې وروسته کوي، هرومرو به په دنيا کې پر هغوی هغه سزا نازله شوې وای چې وړ يې دي او بېشکه له کافرانو يهود او مشرکان دقرآن په اړه په زړه نازړه کوونکي شکل کې دي

وَإِنَّ كُلًّۭا لَّمَّا لَيُوَفِّيَنَّهُمْ رَبُّكَ أَعْمَـٰلَهُمْ ۚ إِنَّهُۥ بِمَا يَعْمَلُونَ خَبِيرٌۭ ﴿١١١﴾

او هر يو له اختلاف کوونکو چې يادونه یې وشوه، ستا رب دوی ته ای پیغمبره ددوی دکړنو دسزا تمه لري، نو څه چې خیر وي، دهغې بدله به خیر خیر وي، او څه چې بد ونو سزا به یې هم بده وي،، پرته له شکه الله دهغه څه پر باريکيو ښه پوه دی چې هغوی يې کوي، دهغوی له کړنو هيڅ هم نه ترې پټيږي

فَٱسْتَقِمْ كَمَآ أُمِرْتَ وَمَن تَابَ مَعَكَ وَلَا تَطْغَوْا۟ ۚ إِنَّهُۥ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌۭ ﴿١١٢﴾

ای رسوله! دنېغې لا رې التزام ته دوام ورکړه، لکه څنګه چې الله درته امر کړی، دهغه دحکمونو پيروي او له نواهيو يې ډډه وکړه او په نېغه لا ر دې ولاړ شي هغه څوک چې له مؤمنانو درسره دي، دګناهونو په ترسره کولو له بريده مه اوړئ، بېشکه هغه ليدونکی دی دهغه څه چې تاسو يې کوئ، ستاسو له کړنو څه ترې پټ ندي او بدله به يې درکړي

وَلَا تَرْكَنُوٓا۟ إِلَى ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ فَتَمَسَّكُمُ ٱلنَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ مِنْ أَوْلِيَآءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ ﴿١١٣﴾

او ظالمو کافرانو ته په نرمۍ او مينه مه کږېږئ، چې ددغه کوږوالي له امله به اور درته ورسيږي، او له الله پرته تاسو لره دوستان نشته چې له اوره مو وژغوري بيا به هغه څوک ونه مومئ چې مرسته مو وکړي

وَأَقِمِ ٱلصَّلَوٰةَ طَرَفَىِ ٱلنَّهَارِ وَزُلَفًۭا مِّنَ ٱلَّيْلِ ۚ إِنَّ ٱلْحَسَنَـٰتِ يُذْهِبْنَ ٱلسَّيِّـَٔاتِ ۚ ذَٰلِكَ ذِكْرَىٰ لِلذَّٰكِرِينَ ﴿١١٤﴾

او په ښه توګه بشپړه لمونځ کوه ای رسوله! دورځې په دواړو طرفونو کې چې هغه دورځې پيل او پای يې دي او دشپې په ساعتونو کې يې کوه، بېشکه ښې کړنې کوچني ګناهونه له منځه وړي، دغه ياد شوي دپند اخېستونکو لپاره پند دی او دعبرت اخېستونکو لپاره عبرت دی. مخ ۱۶ له ۱۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَٱصْبِرْ فَإِنَّ ٱللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ ٱلْمُحْسِنِينَ ﴿١١٥﴾

او زغم وکړه دهغه څه په کولو چې په نېغه لا ر اونورو شيانو امر درته شوی دی او په پرېښودلو دهغې سرکښۍ او ظالمانو ته له کږېدو څخه چې ترې راګرځول شوی يې، بېشکه الله دښو خلکو بدله له منځه نه وړي، بلکې هغه ښه ترې قبلوي چې کړي يې دي او په ښه توګه دهغه څه بدله ورکوي چې هغوی کول

فَلَوْلَا كَانَ مِنَ ٱلْقُرُونِ مِن قَبْلِكُمْ أُو۟لُوا۟ بَقِيَّةٍۢ يَنْهَوْنَ عَنِ ٱلْفَسَادِ فِى ٱلْأَرْضِ إِلَّا قَلِيلًۭا مِّمَّنْ أَنجَيْنَا مِنْهُمْ ۗ وَٱتَّبَعَ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مَآ أُتْرِفُوا۟ فِيهِ وَكَانُوا۟ مُجْرِمِينَ ﴿١١٦﴾

آيا له مخکېنيو سزا ورکړل شويو امتونو څخه دفضيلت او صلاح څښتنان پاتې نه وو چې دغه امتونه يې له کفر او په ځمکه کې دګناهونو له امله له وران کارۍ راګرځولي وای، له هغوی داسې پاتې شوني نه وو، مګر لږ هغه څوک چې له فساد څخه راګرځول کوي؛ نو هغوی مو وژغورل، کله مو چې ظالم قوم تباه کړ، د هغوی له قومونو ظالمانو پيروي وکړه دهغه څه چې په کومو پېرزوينو کې وو، حال دا چې ددغه څه په پيروۍ کې هغوی ظالمان وو

وَمَا كَانَ رَبُّكَ لِيُهْلِكَ ٱلْقُرَىٰ بِظُلْمٍۢ وَأَهْلُهَا مُصْلِحُونَ ﴿١١٧﴾

او ای رسوله! ستا پالونکی داسې ندی چې له کليو څخه کوم داسې کلی تباه کړي چې خلک يې په ځمکه کې اصلاح کوونکي وي، بېشکه هغه څوک تباه کوي چې دکفر، ظلم او ګناهونو له امله وران کاري وي

وَلَوْ شَآءَ رَبُّكَ لَجَعَلَ ٱلنَّاسَ أُمَّةًۭ وَٰحِدَةًۭ ۖ وَلَا يَزَالُونَ مُخْتَلِفِينَ ﴿١١٨﴾

ای رسوله! که چېرې ستا پالونکي غوښتی چې خلک پر حق ولاړ يو امت وګرځوي هرومرو به يې کړي وای، خو هغه دا نه غواړي، تل به هغوی پکښې اختلاف کوونکي وي دنفسي غوښتنې او سرکښۍ له امله

إِلَّا مَن رَّحِمَ رَبُّكَ ۚ وَلِذَٰلِكَ خَلَقَهُمْ ۗ وَتَمَّتْ كَلِمَةُ رَبِّكَ لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ ٱلْجِنَّةِ وَٱلنَّاسِ أَجْمَعِينَ ﴿١١٩﴾

مګر هغه څوک چې الله پرې لورېينه کړې وي لا رښوونې ته په توفيق ورکولو، هغوی به تل دالله پاک په توحيد کې اختلاف کوي، څوک يې بدمرغه او څوک نېکمرغه دي، ستا دپالونکي هغه کلمه بشپړه شوه ای رسوله! چې په ازل کې يې دشيطان له هغو پيروانو څخه چې له پېريانو او انسانانو څخه دي ددوزخ دډکولو پرېکړه کړې ده. ل

وَكُلًّۭا نَّقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنۢبَآءِ ٱلرُّسُلِ مَا نُثَبِّتُ بِهِۦ فُؤَادَكَ ۚ وَجَآءَكَ فِى هَـٰذِهِ ٱلْحَقُّ وَمَوْعِظَةٌۭ وَذِكْرَىٰ لِلْمُؤْمِنِينَ ﴿١٢٠﴾

هر خبر چې موږ يې درته بيانوو ای رسوله! له تا څخه دمخکې رسولانو دی، بيانوو يې تر څو دې زړه پر حق ثابت او پياوړی کړو، په دغه سورت کې هغه حق درته راغی چې شک پکښې نشته، او په دې کې دکافرانو لپاره پند او دهغو مؤمنانو لپاره نصيحت دی چې له نصيحت ګټه اخلي

وَقُل لِّلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ ٱعْمَلُوا۟ عَلَىٰ مَكَانَتِكُمْ إِنَّا عَـٰمِلُونَ ﴿١٢١﴾

او ووايه ای رسوله! هغو خلکو ته چې پر الله ايمان نلري او يوازې يې نه ګڼي، تاسو په خپله تګلاره عمل کوئ له حق څخه په مخ اړولو او بندولو کې، بېشکه موږ پر خپله تګلاره عمل کوونکي يو چې پر هغه ثابت پاتې کېدل، هغه ته بلنه او پر هغه زغم کول دي

وَٱنتَظِرُوٓا۟ إِنَّا مُنتَظِرُونَ ﴿١٢٢﴾

تاسو دهغه څه انتظار کوئ چې پر موږ نازليږي، بېشکه موږ دهغه څه انتظار کوونکي يو چې پرتاسو نازليږي. مخ ۱۷ له ۱۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَلِلَّهِ غَيْبُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَإِلَيْهِ يُرْجَعُ ٱلْأَمْرُ كُلُّهُۥ فَٱعْبُدْهُ وَتَوَكَّلْ عَلَيْهِ ۚ وَمَا رَبُّكَ بِغَـٰفِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿١٢٣﴾

يوازې الله لره دهغو پټو پوهه ده چې په آسمانونو او ځمکه کې دي، له هغه هيڅ هم پټ ندي، يوازې هغه ته دقيامت دورځې ټولې چارې ورګرځي؛ نو يوازې دهغه عبادت وکړه ای رسوله! په خپلو ټولو چارو کې پر هغه بروسه وکړه، ستا پالونکی له هغه څه بې پروا ندی چې تاسو يې کوئ، بلکې هغه پرې ډېر پوه دی او ژر به هر چاته دهغه څه بدله ورکړي چې کړي يې دي. مخ ۱۸ له ۱۸ moc.hgelp

زده کړه · هود — Hud

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې