الٓر ۚ تِلْكَ ءَايَـٰتُ ٱلْكِتَـٰبِ ٱلْحَكِيمِ ﴿١﴾
آيتونه دي
کور›تفسیر›يونس (١٠)
مکي · ١٠٩ آیتونه
الٓر ۚ تِلْكَ ءَايَـٰتُ ٱلْكِتَـٰبِ ٱلْحَكِيمِ ﴿١﴾
آيتونه دي
أَكَانَ لِلنَّاسِ عَجَبًا أَنْ أَوْحَيْنَآ إِلَىٰ رَجُلٍۢ مِّنْهُمْ أَنْ أَنذِرِ ٱلنَّاسَ وَبَشِّرِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَنَّ لَهُمْ قَدَمَ صِدْقٍ عِندَ رَبِّهِمْ ۗ قَالَ ٱلْكَـٰفِرُونَ إِنَّ هَـٰذَا لَسَـٰحِرٌۭ مُّبِينٌ ﴿٢﴾
آيا دخلکو دحيرانتيا لا مل دا وچې موږ وحي دهغوی له جنسه پر يو سړي نازله کړه؛ چې هغوی ورته امر کوونکي وو تر څو يې دالله له سزا ووېروي؟ ای پېغمبره! خبر ورکړه هغوکسانو ته چې پر الله يې ايمان راوړی دهغه څه چې خوشحاله کوي يې، دا چې هغوی لره دخپل پالونکي په وړاندې يې لوړه مرتبه ده دهغه نېک عمل په بدل کې چې مخکې يې لېږلی، کافرانو وويل: بېشکه دغه سړی چې دغه آيتونه يې راوړي دي يو څرګند کوډګر دی
إِنَّ رَبَّكُمُ ٱللَّهُ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ فِى سِتَّةِ أَيَّامٍۢ ثُمَّ ٱسْتَوَىٰ عَلَى ٱلْعَرْشِ ۖ يُدَبِّرُ ٱلْأَمْرَ ۖ مَا مِن شَفِيعٍ إِلَّا مِنۢ بَعْدِ إِذْنِهِۦ ۚ ذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبُّكُمْ فَٱعْبُدُوهُ ۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ﴿٣﴾
بېشکه ستاسو پالونکی ای تعجب کوونکو! هغه الله دی چې لوی آسمانونه او پراخه ځمکه يې په شپږو ورځو کې پيداکړي دي، بيا پر عرش لوړ او اوچت شو؛ نو څنګه ستاسو له جنسه ديو سړي په لېږلو يې تعجب کوئ؟ هغه يوازې په خپله پراخه پاچاهي کې پرېکړه کوي او اندازه کوي يې، هيڅوک دهغه په وړاندې سپارښتنه نشي کولی مګر سپارښت کوونکي دهغه له اجازې او خوښې وروسته، دغه پر دغو صفتونو یاد هغه الله ستاسو پالونکی دی؛ يوازې هغه ته مو عبادت ځانګړی کړئ، آيا دهغه پر يووالي له دغو ټولو دلايلو او حجتونو پند نه اخلئ؟ چا لره چې لږ پند اخېستل هم وهغه پر دغه پوه شو او ايمان يې پرې راوړ
إِلَيْهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًۭا ۖ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقًّا ۚ إِنَّهُۥ يَبْدَؤُا۟ ٱلْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُۥ لِيَجْزِىَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ بِٱلْقِسْطِ ۚ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَهُمْ شَرَابٌۭ مِّنْ حَمِيمٍۢ وَعَذَابٌ أَلِيمٌۢ بِمَا كَانُوا۟ يَكْفُرُونَ ﴿٤﴾
دقيامت په ورځ مو يوازې هغه ته ورګرځېدل دي، ترڅو مو دکړنو بدله درکړي، الله له خلکو سره داسې رېښتيني ژمنه کړې چې مخالفت يې نه کوي، بېشکه هغه پر دغه ځواکمن دی، دمخلوق را منځته کول پرته له مخکينۍ بېلګې پيلوي، بيا يې له مرګ وروسته راګرځوي، ترڅو هغه پاک ذات په عدل هغو کسانو ته بدله ورکړي چې پر الله يې ايمان راوړی او ښه کارونه يې کړي دي دهغوی له نېکيو څه نه کموي او نه يې په بديو کې څه ورزياتوي، هغه کسان چې پر الله او دهغه پر پېغمبرانو يې کفر کړی، هغوی لره دڅښاک سختې ګرمې اوبه دي چې کولمې يې پرې کوي، پر الله او پېغمبرانو يې دکفر له امله هغوی لره دردوونکې سزا ده
هُوَ ٱلَّذِى جَعَلَ ٱلشَّمْسَ ضِيَآءًۭ وَٱلْقَمَرَ نُورًۭا وَقَدَّرَهُۥ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُوا۟ عَدَدَ ٱلسِّنِينَ وَٱلْحِسَابَ ۚ مَا خَلَقَ ٱللَّهُ ذَٰلِكَ إِلَّا بِٱلْحَقِّ ۚ يُفَصِّلُ ٱلْـَٔايَـٰتِ لِقَوْمٍۢ يَعْلَمُونَ ﴿٥﴾
او هغه داسې ذات دی چې لمر يې رڼا ورکوونکی او رڼا خپروونکی ګرځولی او سپوږمۍ يې داسې رڼا کړې چې رڼا يې غوښتل کيږي، دهغې تګ يې په شمېر اته ويشت منزلو ته اندازه کړی، يو منزل هغه مسافه ده چې سپوږمۍ يې هره ورځ او شپه پرې کوي، ترڅو ای خلکو تاسو له لمر دورځو او له سپوږمۍ دمياشتو او کلونو شمېر معلوم کړئ، الله آسمانونه، ځمکه اوڅه چې په هغو کې دي يوازې په حقه پيداکړي دي، تر څو خپل ځواک او لويي خلکو ته وښيي، الله پر خپل يووالي دغه څرګند دليلونه او ښکاره برهانونه هغه قوم ته بيانوي چې پر دغه له استلال کولو پوهيږي
إِنَّ فِى ٱخْتِلَـٰفِ ٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ وَمَا خَلَقَ ٱللَّهُ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّقَوْمٍۢ يَتَّقُونَ ﴿٦﴾
بېشکه پر خلکو دشپې او ورځې پرله پسې راتګ، کومه تياره او رڼا چې له دغو سره مل وي، له هغوی دواړو ديو لنډوالی او اوږدوالی، څه مخلوقات چې په اسمانونو مخ ۱ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر او ځمکه کې دي، دا دالله پر ځواک دهغه قوم لپاره دلالت کوونکې نښې دي چې له الله څخه دهغه دامرونو پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو وېريږي
إِنَّ ٱلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَآءَنَا وَرَضُوا۟ بِٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَٱطْمَأَنُّوا۟ بِهَا وَٱلَّذِينَ هُمْ عَنْ ءَايَـٰتِنَا غَـٰفِلُونَ ﴿٧﴾
بېشکه هغه کافران چې له الله سره دمخامخ کېدو هيله نلري چې ترې وډار شي او يا هغه وغواړي، دآخرت دتلپاتې ژوند په بدل کې ددنيا په پای ته رسيدونکي ژوند خوښ دي، پر هغو دخوښۍ له امله يې زړونه ډاډه دي، دا هغه کسان دي چې دالله له نښانو او دلايلو مخ اړوونکي او بې پروا دي
أُو۟لَـٰٓئِكَ مَأْوَىٰهُمُ ٱلنَّارُ بِمَا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ ﴿٨﴾
دغه کسان چې پر دغو صفتونو یاد شوي دي داوسېدو ځای يې چې ورځي به، هغه اور دی، دهغه څه دترسره کولو له امله چې دقيامت له ورځې انکار کول او درواغ ګڼل دي
إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ يَهْدِيهِمْ رَبُّهُم بِإِيمَـٰنِهِمْ ۖ تَجْرِى مِن تَحْتِهِمُ ٱلْأَنْهَـٰرُ فِى جَنَّـٰتِ ٱلنَّعِيمِ ﴿٩﴾
بېشکه هغه کسان چې پر الله يې ايمان رواړی او ښه کارونه يې کړي دي الله به يې دايمان له امله دهغوی داسې ښه کار ته لا رښوونه وکړي چې دهغه خوښۍ ته رسوونکی وي، بيا به دقيامت په ورځ الله هغوی دتلپاتې نعمتونو جنتونو ته ننباسي، چې لا ندې به ترې نهرونه بهيږي
دَعْوَىٰهُمْ فِيهَا سُبْحَـٰنَكَ ٱللَّهُمَّ وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلَـٰمٌۭ ۚ وَءَاخِرُ دَعْوَىٰهُمْ أَنِ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿١٠﴾
دهغوی بلنه (وينا) به په جنت کې دالله پاکي او سپېڅلتيا بيانول وي، دالله لخوا هرکلی، دپرېښتو هرکلی او دهغوی يو بل ته هرکلی: به سلام ويل وي، دبلنې پای به يې دټولو مخلوقاتو پالونکي الله ستاينه وي
۞ وَلَوْ يُعَجِّلُ ٱللَّهُ لِلنَّاسِ ٱلشَّرَّ ٱسْتِعْجَالَهُم بِٱلْخَيْرِ لَقُضِىَ إِلَيْهِمْ أَجَلُهُمْ ۖ فَنَذَرُ ٱلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَآءَنَا فِى طُغْيَـٰنِهِمْ يَعْمَهُونَ ﴿١١﴾
يعمهون که چېرې الله پاک دخلکو دهغې ښېرا په قبلولو کې بيړه کولی چې هغوی يې دغوسې په حال کې دخپلو ځانونو، اولادونو او مالونو لپاره کوي لکه دهغوی دخير دعا چې ژر قبلوي؛ نو هغوی به تباه شوي وای، خو الله هغوی ته مهلت ورکوي، هغه خلک پرېږدي چې له هغه سره دمخامخ کېدو هيله نلري، ځکه هغوی له سزا نه ډاريږي، هغوی پرېږدي په داسې حال کې چې تردد، تعجب او دحساب په ورځ کې شک کوونکي دي
وَإِذَا مَسَّ ٱلْإِنسَـٰنَ ٱلضُّرُّ دَعَانَا لِجَنۢبِهِۦٓ أَوْ قَاعِدًا أَوْ قَآئِمًۭا فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُ ضُرَّهُۥ مَرَّ كَأَن لَّمْ يَدْعُنَآ إِلَىٰ ضُرٍّۢ مَّسَّهُۥ ۚ كَذَٰلِكَ زُيِّنَ لِلْمُسْرِفِينَ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿١٢﴾
کله چې له بريده اوښتونکي انسان بدن ته کومه ناروغي يا بدحالي ورسيږي، په خوارۍ او عاجزۍ مو داړخ لګولو، ناستې او ولاړې په حالت کې رابولي، په دې هيله چې کړاو ځنې لرې کړل شي، کله يې چې موږ دعا قبوله کړو او کړاو ورڅخه لرې کړو، پر هغه څه روان شي چې مخکې پرې و، ګواکې موږ يې دور رسېدلي کړاو په اړه ور بللي نه يو، لکه څنګه چې ددغه مخ اړوونکي لپاره په لا ر ورکۍ کې پاتې کېدل ښايسته کړل شوي دي همدارنګه له پولو اوښتونکو لپاره يې دکفر له امله هغه کفر او ګناهونه ښايسته کړل شوي دي چې ترسره کوي يې؛ نو نه يې پرېږدي. مخ ۲ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا ٱلْقُرُونَ مِن قَبْلِكُمْ لَمَّا ظَلَمُوا۟ ۙ وَجَآءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِٱلْبَيِّنَـٰتِ وَمَا كَانُوا۟ لِيُؤْمِنُوا۟ ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْقَوْمَ ٱلْمُجْرِمِينَ ﴿١٣﴾
بېشکه له تاسو مخکې مو ای مشرکانو! امتونه تباه کړل دخپلوپېغمبرانو ددرواغ ګڼلو او ګناهونو دترسره کولو له امله يې، په داسې حال کې چې کوم پېغمبران مو ورلېږلي وو هغوی له داسې څرګندو دلايلو سره ورته راغلل، چې دخپل پالونکي لخوا يې په راوړي شيانو کې دهغوی پر رېښتينولۍ دلالت کوي، خو هغوی سم نشول چې ايمان راوړي، دايمان دوړتيا نه لرلو له امله، الله هغوی خوار کړل، دايمان توفيق يې ور نکړ، لکه څنګه مو چې دغه ظالم امتونو ته سزا ورکړه همدارنګه هغوی ته ورته خلکو ته په هر وخت او هرځای کې سزا ورکوو
ثُمَّ جَعَلْنَـٰكُمْ خَلَـٰٓئِفَ فِى ٱلْأَرْضِ مِنۢ بَعْدِهِمْ لِنَنظُرَ كَيْفَ تَعْمَلُونَ ﴿١٤﴾
بيا مو ای خلکو! ددغو درواغ ګڼونکو امتونو چې تباه مو کړل تاسو ځای ناستي ورګرځولئ، ترڅو وګورو چې څنګه کارونه کوئ، ايا ښه کار کوئ چې ثواب پرې درکړل شي او که بد کار کوئ چې سزا پرې درکړل شي؟
وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَاتُنَا بَيِّنَـٰتٍۢ ۙ قَالَ ٱلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَآءَنَا ٱئْتِ بِقُرْءَانٍ غَيْرِ هَـٰذَآ أَوْ بَدِّلْهُ ۚ قُلْ مَا يَكُونُ لِىٓ أَنْ أُبَدِّلَهُۥ مِن تِلْقَآئِ نَفْسِىٓ ۖ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَىٰٓ إِلَىَّ ۖ إِنِّىٓ أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّى عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍۢ ﴿١٥﴾
کله چې پر هغوی دالله پر يو والي دلالت کوونکي څرګند قراني آيتونه لوستل کيږي، له بېرته راپورته کېدو څخه هغه نټه کوونکي چې دثواب هيله نلري او نه له سزا وېريږي وايي: ای محمده! له دغه قرآن چې دبوتانو پر ښګنځلو مشتمل دی پرته بل قرآن راوړه او يا دځينو برخو يا ټول قرآن په نسخه کولو بدلون پکې راوله چې زموږ له غوښتنو سره سم وي، ورته ووايه: ای رسوله! دا سمه خبر نه ده چې زه يې بدل کړم او نه تر دې بل ښه راوړلی شم، بلکې يوازې الله هغه ذات دی چې څه وغواړي ترې بدلوي يې، زه يوازې دهغه څه پيروي کوم چې الله يې راته وحي کوي، بېشکه زه دلويې ورځې چې هغه دقيامت ورځ ده، له سزا وېرېږم که مې له الله سرغړونه وکړه ستاسو دخبرو په منلو کې چې تاسو يې غواړئ
قُل لَّوْ شَآءَ ٱللَّهُ مَا تَلَوْتُهُۥ عَلَيْكُمْ وَلَآ أَدْرَىٰكُم بِهِۦ ۖ فَقَدْ لَبِثْتُ فِيكُمْ عُمُرًۭا مِّن قَبْلِهِۦٓ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿١٦﴾
ووايه ای رسوله:! که چېرې الله وغواړي چې زه پرتاسو قرآن ونه لولم؛ نو نه به مې وای لوستلی او نه به مې وای تاسو ته رسولی، که الله وغواړي تاسو به يې زما په ژبه پر قرآن نه وای خبر کړي، ستاسو په منځ کې مې اوږده موده تېره کړه چې څلوېښت کلونه وو، نه لوستل کولی شم او نه ليکل، نه دا ډول حالت غواړم او نه يې پلټنه کوم؛ نو آيا په عقلونو مو دا نشئ درک کولئ چې ما تاسوته کوم څه راوړي هغه دالله له لوري دي، په هغو کې زما هيڅ واک نشته؟!
فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ ٱفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِـَٔايَـٰتِهِۦٓ ۚ إِنَّهُۥ لَا يُفْلِحُ ٱلْمُجْرِمُونَ ﴿١٧﴾
له هغه چا لوی ظالم نشته چې پر الله درواغ تړي؛ نو زما لپاره به څنګه وي چې قرآن بدل کړم پر هغه ددرواغ تړلو له امله، بېشکه حال دادی چې دالله له پولو اوښتونکي پر هغه ددرواغ تړلو له امله په خپله غوښتنه کې نشي بريالي کېدلی
وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنفَعُهُمْ وَيَقُولُونَ هَـٰٓؤُلَآءِ شُفَعَـٰٓؤُنَا عِندَ ٱللَّهِ ۚ قُلْ أَتُنَبِّـُٔونَ ٱللَّهَ بِمَا لَا يَعْلَمُ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَلَا فِى ٱلْأَرْضِ ۚ سُبْحَـٰنَهُۥ وَتَعَـٰلَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿١٨﴾
ى مشرکان له الله پرته دګمان کړل شويو معبودانو عبادت کوي، نه ګټه رسولی شي او نه تاوان، پر حقه معبود چې کله وغواړي ګټه او تاوان رسولی شي، هغوی دخپلو معبودانو په اړه وايي: دغه زموږ لپاره منځګړي دي دالله په وړاندې زموږ سپارښتنه کوي؛ نو هغه زموږ پرګناهونو سزا نه راکوي، ورته ووايه: ای رسوله! آيا تاسو ښه پوه الله ته دهغه دشريک په اړه خبر ورکوئ، حال دا چې هغه خپل ځان لره په آسمانونو او ځمکه کې کوم شريک نه پېژني، هغه پاک او سپېڅلی دی له هغه باطل او دراوغو څخه چې مشرکان يې وايي. مخ ۳ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَمَا كَانَ ٱلنَّاسُ إِلَّآ أُمَّةًۭ وَٰحِدَةًۭ فَٱخْتَلَفُوا۟ ۚ وَلَوْلَا كَلِمَةٌۭ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ لَقُضِىَ بَيْنَهُمْ فِيمَا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿١٩﴾
خلک يوازې يو مؤمن موحد امت وو، خو اختلاف يې وکړ؛ نو څوک ترې مؤمن پاتې شو، او چا کفر وکړ، که چېرې دالله دا پرېکړه نه وای تېره شوې چې هغه په دنيا کې دهغوی ترمنځ دهغه څه په اړه پرېکړه نه کوي چې اختلاف يې پکښې کړی دی، بلکې دهغوی ترمنځ به په هغو کې دقيامت په ورځ پرېکړه کوي، که دا نه وی، هرومرو به يې دهغوی ترمنځ دهغه څه په اړه په دنيا کې پرېکړه کړې وای چې اختلاف پکې کوي؛ نو په سمه لا ر روان به له لا ر ورکي بېل شوی وای
وَيَقُولُونَ لَوْلَآ أُنزِلَ عَلَيْهِ ءَايَةٌۭ مِّن رَّبِّهِۦ ۖ فَقُلْ إِنَّمَا ٱلْغَيْبُ لِلَّهِ فَٱنتَظِرُوٓا۟ إِنِّى مَعَكُم مِّنَ ٱلْمُنتَظِرِينَ ﴿٢٠﴾
مشرکان وايي: ولې پر محمد دخپل پالونکي لخوا داسې نښنه نده نازله کړل شوې چې دهغه پر رېښتينولۍ دلالت کوونکي وي؟ ای رسوله! هغوی ته ووايه: دآيتونو نازلېدل پټ دي يوازې الله پرې پوهيږي، دهغه حسي نښانو انتظار وکړئ چې وړانديز کړې مو دي، زه هم ستاسو سره هغوته له انتظار کوونکو څخه يم
وَإِذَآ أَذَقْنَا ٱلنَّاسَ رَحْمَةًۭ مِّنۢ بَعْدِ ضَرَّآءَ مَسَّتْهُمْ إِذَا لَهُم مَّكْرٌۭ فِىٓ ءَايَاتِنَا ۚ قُلِ ٱللَّهُ أَسْرَعُ مَكْرًا ۚ إِنَّ رُسُلَنَا يَكْتُبُونَ مَا تَمْكُرُونَ ﴿٢١﴾
تمكرون او کله چې مشرکانو ته دباران او آبادۍ څخه کومه پېرزوينه وروسته دوچ کالۍ او سختۍ څخه ورسيږي، هغوی سملاسي زموږ په آيتونو ملنډې او مسخرې کوي، ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: الله دتدبير له پلوه بيړه کوونکی، تاسو لره داستدراج او سزا له پلوه تيزي کوونکی دی، بېشکه ساتونکې پرېښتې هغه مکر ليکي چې تاسو يې تدبير نيسئ له هغوی څه نه پاتې کيږي؛ نو دهغوی له پيداکوونکي به څنګه پاتې شي؟ ژر به الله تاسو ته ستاسو پر مکر سزا درکړي
هُوَ ٱلَّذِى يُسَيِّرُكُمْ فِى ٱلْبَرِّ وَٱلْبَحْرِ ۖ حَتَّىٰٓ إِذَا كُنتُمْ فِى ٱلْفُلْكِ وَجَرَيْنَ بِهِم بِرِيحٍۢ طَيِّبَةٍۢ وَفَرِحُوا۟ بِهَا جَآءَتْهَا رِيحٌ عَاصِفٌۭ وَجَآءَهُمُ ٱلْمَوْجُ مِن كُلِّ مَكَانٍۢ وَظَنُّوٓا۟ أَنَّهُمْ أُحِيطَ بِهِمْ ۙ دَعَوُا۟ ٱللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ لَئِنْ أَنجَيْتَنَا مِنْ هَـٰذِهِۦ لَنَكُونَنَّ مِنَ ٱلشَّـٰكِرِينَ ﴿٢٢﴾
ه ای خلکو! الله هغه ذات دی چې په وچه کې تاسو په خپلو پښو او سپرليو مو بيايي او همغه ذات دی چې په درياب کې په کښتيو کې مو بيايي، تردې چې کله تاسو په درياب کې په کښتيو کې وئ، پر هغوی سمه هوا چليږي، سپاره پر دغې سمه هوا خوشحاله وي، کله چې په همدغې خوشحالۍ کې وي، پر هغوی سخته تيزه هوا راشي، له هر لوري ددرياب څپه پرې راشي او زيات ګمان يې راشي چې تباه کېدونکي دي، هغه مهال يوازې الله رابولي، له هغه سره هيڅوک نه شريکوي په داسې حال کې چې وايي: که چېرې دې له دغه تباه کوونکي کړاو څخه وژغورلو، هرومرو به تا لره پر هغې پېرزوينه شکر اېستونکي شو چې پر موږ دې کړې ده
فَلَمَّآ أَنجَىٰهُمْ إِذَا هُمْ يَبْغُونَ فِى ٱلْأَرْضِ بِغَيْرِ ٱلْحَقِّ ۗ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنَّمَا بَغْيُكُمْ عَلَىٰٓ أَنفُسِكُم ۖ مَّتَـٰعَ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ۖ ثُمَّ إِلَيْنَا مَرْجِعُكُمْ فَنُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿٢٣﴾
إلينا مرجعكم فننبئكم بما كنتم تعملون کله یې چې دعا قبوله کړي او هغوی له دغه کړاو څخه وژعوري، سملاسي دکفر، ګناهونو او سرغړونو په ترسره کولو په ځمکه کې وران کاری کوي، ای خلکو! بيدار شئ، بېشکه ستاسو دبد تيري پايله ستاسو پر خلاف ده، الله ته ستاسو تېری زيان نشي رسولی، ددنيا په ختمېدونکي ژوند کې پر هغې ګټه واخلئ بيا مو موږ ته دقيامت په ورځ راګرځېدل دي؛ نو پر هغو ګناهونو به مو خبر کړو چې کول مو او پر هغو به سزا درکړو
إِنَّمَا مَثَلُ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا كَمَآءٍ أَنزَلْنَـٰهُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ فَٱخْتَلَطَ بِهِۦ نَبَاتُ ٱلْأَرْضِ مِمَّا يَأْكُلُ ٱلنَّاسُ وَٱلْأَنْعَـٰمُ حَتَّىٰٓ إِذَآ أَخَذَتِ ٱلْأَرْضُ زُخْرُفَهَا وَٱزَّيَّنَتْ وَظَنَّ أَهْلُهَآ أَنَّهُمْ قَـٰدِرُونَ عَلَيْهَآ أَتَىٰهَآ أَمْرُنَا لَيْلًا أَوْ نَهَارًۭا فَجَعَلْنَـٰهَا حَصِيدًۭا كَأَن لَّمْ تَغْنَ بِٱلْأَمْسِ ۚ كَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ ٱلْـَٔايَـٰتِ لِقَوْمٍۢ يَتَفَكَّرُونَ ﴿٢٤﴾
بېشکه ددنيا دهغه ژوند بېلګه چې تاسو مزې پکښې کوئ په تېز تېرېدو کې داسې ده لکه دهغه باران غوندې چې دځمکې له شينکیو څخه چې کومې غلې او مېوې خلک خوري او کوم واښه او نور شيان چې څاروي يې خوري ګډ شي، تردې چې کله ځمکه خپل ښکلی رنګ واخلي او په ډول ډول شينکیو را شنه کولو ښايسته شي، څښتنان يې دا ګومان وکړي چې هغوی دهغه څه په رېبلو او راټولولو ځواکمن دي چې را شنه کړي يې دي، دهغو دتباهۍ په اړه زموږ پرېکړه راشي؛ نو مخ ۴ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر هغه داسې رېبل شوې وګرځوو لکه په نېږدې وخت کې چې بيخي په ونو او شينکیو آباده نه وه، لکه څنګه مو چې تاسو لره ددنيا حال او دهغې تېز تېرېدل بيان کړل، بيانوو دلايل او برهانونه دهغه چا لپاره چې فکرکوي او پند اخلي
وَٱللَّهُ يَدْعُوٓا۟ إِلَىٰ دَارِ ٱلسَّلَـٰمِ وَيَهْدِى مَن يَشَآءُ إِلَىٰ صِرَٰطٍۢ مُّسْتَقِيمٍۢ ﴿٢٥﴾
الله ټول خلک هغه جنت ته وربولي چې دسلامتيا کور دی، خلک له کړاوونو او غمونو پکښې ساتي او له مرګه خوندي وي، الله چې له خپلو بندګانو چاته وغواړي د اسلام ددين توفيق ورکوي چې دغه دسلامتۍ کور ته رسوونکی دی
۞ لِّلَّذِينَ أَحْسَنُوا۟ ٱلْحُسْنَىٰ وَزِيَادَةٌۭ ۖ وَلَا يَرْهَقُ وُجُوهَهُمْ قَتَرٌۭ وَلَا ذِلَّةٌ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلْجَنَّةِ ۖ هُمْ فِيهَا خَـٰلِدُونَ ﴿٢٦﴾
دهغو کسانو لپاره چې په ښه توګه هغه پيروۍ ترسره کوي چې الله پرې واجبې کړې دي او له ګناهونو چې څه پرې حرام کړل شوي دي پرېږدي يې، ښه بدله ده، چې هغه جنت دی، او هغوی لره پردې زيات څه دي، چې هغه دالله کريم مخ ته کتل دي، دهغوی مخونه ګرد نه پټوي، نه يې خواري او رسوايي پټوي، دغه کسان چې په ښېګڼه متصف دي جنتيان دي تل پکښې اوسېدونکي وي
وَٱلَّذِينَ كَسَبُوا۟ ٱلسَّيِّـَٔاتِ جَزَآءُ سَيِّئَةٍۭ بِمِثْلِهَا وَتَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌۭ ۖ مَّا لَهُم مِّنَ ٱللَّهِ مِنْ عَاصِمٍۢ ۖ كَأَنَّمَآ أُغْشِيَتْ وُجُوهُهُمْ قِطَعًۭا مِّنَ ٱلَّيْلِ مُظْلِمًا ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلنَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَـٰلِدُونَ ﴿٢٧﴾
او هغه کسان چې دکفر او ګناهونو غوندې ناوړه کارونه يې کړي دي هغوی لره يې دناوړه کار بدله ده چې ترسره کړی يې دی، دهغې جزا په څېر دالله سزا په آخرت کې هم ده، مخونه به يې خوارۍ او رسوايۍ پټ کړي وي، هغوی لره دالله دسزا په وړاندې کوم خنډ نشته کله چې پرې راشي، ګواکې مخونه يې دتورې شپې توروالی اغوستی دی داور دود او توروالي به داسې زيات پټ کړي وي، دغه کسان چې پر دغو صفتونو متصف دي دوزخيان دي تل به پکې اوسېدونکي وي
وَيَوْمَ نَحْشُرُهُمْ جَمِيعًۭا ثُمَّ نَقُولُ لِلَّذِينَ أَشْرَكُوا۟ مَكَانَكُمْ أَنتُمْ وَشُرَكَآؤُكُمْ ۚ فَزَيَّلْنَا بَيْنَهُمْ ۖ وَقَالَ شُرَكَآؤُهُم مَّا كُنتُمْ إِيَّانَا تَعْبُدُونَ ﴿٢٨﴾
إ يانا تعبدون ای رسوله! دقيامت ورځ در په ياد کړه، کله چې موږ ټول خلک را غونډ کړو، بيا هغو کسانو ته چې په دنيا کې يې په الله شرک کړی وو، ووايو: ای مشرکانو! تاسو او ستاسو هغه معبودان چې له الله پرته مو يې عبادت کولو په خپلو ځايونو کې اوسئ، بيا موږ دمعبودانو او دعبادت کوونکو ترمنځ بېلوالی راولو او معبودان له عبادت کوونکو بېزاره شي په داسې حال کې چې وايي: تاسو خو په دنيا کې زموږ عبادت نه کاوه
فَكَفَىٰ بِٱللَّهِ شَهِيدًۢا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ إِن كُنَّا عَنْ عِبَادَتِكُمْ لَغَـٰفِلِينَ ﴿٢٩﴾
هلته به يې هغه معبودان چې هغوی یې له الله پرته عبادت کړی وترې بېزاره شي وايي به: الله شاهد دی او هغه بسنه کوي چې موږ ستاسو په عبادت خوښ نه وو، نه مو تاسو ته پرې امر کړی واو نه موږ ستاسو عبادت احساس کړی دی
هُنَالِكَ تَبْلُوا۟ كُلُّ نَفْسٍۢ مَّآ أَسْلَفَتْ ۚ وَرُدُّوٓا۟ إِلَى ٱللَّهِ مَوْلَىٰهُمُ ٱلْحَقِّ ۖ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَفْتَرُونَ ﴿٣٠﴾
په دغه لوی ځای کې به له هر چا څخه دهغه کار ازموينه اخېستل کيږي چې په دنيا کې يې ترسره کړی دی، مشرکان به خپل هغه حق پالونکي الله ته ور وګرځول شي چې دهغوی حساب يې په لا س کې دی او له هغوی به يې هغه دبوتانو سپارښت ولاړ شي چې له ځانه يې جوړولو. مخ ۵ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ أَمَّن يَمْلِكُ ٱلسَّمْعَ وَٱلْأَبْصَـٰرَ وَمَن يُخْرِجُ ٱلْحَىَّ مِنَ ٱلْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ ٱلْمَيِّتَ مِنَ ٱلْحَىِّ وَمَن يُدَبِّرُ ٱلْأَمْرَ ۚ فَسَيَقُولُونَ ٱللَّهُ ۚ فَقُلْ أَفَلَا تَتَّقُونَ ﴿٣١﴾
ای رسوله! ووايه دغه پر الله شرک کوونکو ته: څوک دآسمان له لوري پر تاسو دباران په اورولو روزي درکوي؟ او څوک له ځمکې روزي درکوي چې شنې ګياوې پکې را شنې کوي او هغه خزانې درکوي چې ځمکه پرې مشتمله ده؟ څوک ژوندی له مړي راباسي لکه انسان له نطفې څخه، مرغه له هګۍ څخه، څوک مړی له ژوندي راباسي لکه نطفه له حيوان څخه، هګۍ له مرغه څخه؟ څوک دآسمانونو، ځمکې او کوم مخلوقات چې پکې دي تدبير نيسي؟؛نو ژر به هغوی ځواب ووايي چې د دغو ټولو کوونکی الله دی، هغوی ته ووايه: آيا پر دغه نه پوهېږئ او له الله نه وېرېږئ دهغه دامرونو پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره؟!
فَذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبُّكُمُ ٱلْحَقُّ ۖ فَمَاذَا بَعْدَ ٱلْحَقِّ إِلَّا ٱلضَّلَـٰلُ ۖ فَأَنَّىٰ تُصْرَفُونَ ﴿٣٢﴾
ای خلکو! دا هغه ذات چې دغه ټول کوي هغه الله حق ستاسو پيداکوونکی دی، ستاسو دچارو تدبير کوونکی دی، دحق له پېژندنې وروسته له لرې والي او ضايع کولو پرته بل څه دي؟؛ نو عقلونه مو له دغه څرګند حقه چېرې تللي دي؟!
كَذَٰلِكَ حَقَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ عَلَى ٱلَّذِينَ فَسَقُوٓا۟ أَنَّهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿٣٣﴾
لکه څنګه چې په حقه ربوبيت يوازې الله ته ثابت شو، ای رسوله! ستا دپالونکي دتقدير وينا همداسې پر هغو خلکو ثابته شوه چې له حق څخه دضد له امله وتلي دي چې هغوی ايمان نه راوړي
قُلْ هَلْ مِن شُرَكَآئِكُم مَّن يَبْدَؤُا۟ ٱلْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُۥ ۚ قُلِ ٱللَّهُ يَبْدَؤُا۟ ٱلْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُۥ ۖ فَأَنَّىٰ تُؤْفَكُونَ ﴿٣٤﴾
ای رسوله! دغو مشرکانوته ووايه: آيا ستاسو دهغو شريکانو ترمنځ چې تاسو يې له الله پرته عبادت کوئ څوک شته چې پرته له مخکېنۍ بېلګې يې مخلوق پيداکړی وي، بيا يې له مرګ وروسته بېرته راپاڅوي؟ ورته ووايه: الله مخلوق پرته له مخکېنۍ بېلګې پيداکوي، بيا يې له مرګ وروسته بېرته راپاڅوي؛ نو څنګه ای مشرکانو له حق څخه باطل ته ورګرځئ؟!
قُلْ هَلْ مِن شُرَكَآئِكُم مَّن يَهْدِىٓ إِلَى ٱلْحَقِّ ۚ قُلِ ٱللَّهُ يَهْدِى لِلْحَقِّ ۗ أَفَمَن يَهْدِىٓ إِلَى ٱلْحَقِّ أَحَقُّ أَن يُتَّبَعَ أَمَّن لَّا يَهِدِّىٓ إِلَّآ أَن يُهْدَىٰ ۖ فَمَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ ﴿٣٥﴾
ى ای رسوله! ورته ووايه: آيا ستاسو دشريکانو ترمنځ چې تاسو يې له الله پرته عبادت کوئ داسې څوک شته چې حق ته لا رښوونه وکړي؟ هغوی ته ووايه: يوازې الله حق ته لا رښوونه کوي؛ نو آيا هغه څوک چې دخلکو حق ته لا رښوونه کوي او ورته رابولي يې، غوره دی چې پيروي يې وشي يا ستاسو هغه معبودان چې په خپله لا رورکي دي خو دا چې بل څوک يې لا رښوونه وکړي؟! څه دي تاسو لره څنګه پر باطل پرېکړه کوئ کله چې دا ګومان کوئ چې هغوی له الله سره شريکان دي؟! الله ستاسو له وينا په ډېر لوړوالي لوړ دی
وَمَا يَتَّبِعُ أَكْثَرُهُمْ إِلَّا ظَنًّا ۚ إِنَّ ٱلظَّنَّ لَا يُغْنِى مِنَ ٱلْحَقِّ شَيْـًٔا ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌۢ بِمَا يَفْعَلُونَ ﴿٣٦﴾
مشرکان ډېری دهغه څه پيروي کوي چې هغوی لره پرې پوهه نشته، يوازې دوهم او شک پيروي کوي، شک دپوهې ځای ناستی نشي کېدلی او نه څه ګټه رسولی شي، بېشکه الله ښه پوه دی پر هغه څه چې هغوی يې کوي، دهغوی له کړنو څه ترې پټ نه دي او هغوی ته به پرې سزا ورکړي
وَمَا كَانَ هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانُ أَن يُفْتَرَىٰ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلَـٰكِن تَصْدِيقَ ٱلَّذِى بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ ٱلْكِتَـٰبِ لَا رَيْبَ فِيهِ مِن رَّبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٣٧﴾
دا سمه نه ده چې قرآن دې له ځانه جوړکړل شوی وي او له الله پرته بل چا ته دې منسوب کړل شي، ځکه خلک دهغه له نمونې راوړلو په ښکاره بې وسې شول، خو هغه رېښتينی ګڼونکی دی دهغو کتابونو چې ترې مخکې نازل شوي دي، دهغو حکمونو بيانوونکی دی په مخکېنيو کتابونو کې په لنډ ډول راغلي وو؛ نو په دې کې مخ ۶ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر شک نشته چې هغه دمخلوقاتو دپالونکي پاک لوړ ذات له لوري نازل کړل شوی دی
أَمْ يَقُولُونَ ٱفْتَرَىٰهُ ۖ قُلْ فَأْتُوا۟ بِسُورَةٍۢ مِّثْلِهِۦ وَٱدْعُوا۟ مَنِ ٱسْتَطَعْتُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ ﴿٣٨﴾
بلکې دغه مشرکان به وايي: محمد صلی الله عليه وسلم دغه قرآن له ځانه جوړ کړی دی او الله ته يې نسبت کړی دی، ای رسوله! هغوی ته په ځواب ورکولو ووايه: که چېرې ما له ځانه راوړی وي زه ستاسو غوندې يو انسان يم؛ نو تاسو هم دهغه غوندې يو سورت راوړئ او څوک چې دخپل ملاتړ لپاره را بللی شئ را ويې بولئ که چېرې تاسو په دغه دعوی کې رېښتيني واست چې قرآن درواغ له ځانه جوړکړل شوی دی، هيڅکله به ددغه توان ونلرئ، ستاسو توان نلرل حال دا چې دژبې او فصاحت څښتنان ياست؛ دليل دی پر دې چې قرآن دالله له لوري نازل کړل شوی دی
بَلْ كَذَّبُوا۟ بِمَا لَمْ يُحِيطُوا۟ بِعِلْمِهِۦ وَلَمَّا يَأْتِهِمْ تَأْوِيلُهُۥ ۚ كَذَٰلِكَ كَذَّبَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۖ فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٣٩﴾
هغوی ځواب ورنکړ، بلکې دقرآن په درواغ ګڼلو کې يې کوښښ وکړ، مخکې تر دې چې پرې پوه شي او فکر پکې وکړي او مخکې تر دې چې هغه سزا ورته ورسيږي چې پرې ډارول شوي وو، حال دا چې ددغه راتګ رانېږدې شو، ددغه درواغ ګڼلو غوندې پخوانيو امتونو هم تکذيب کړی و؛ نو هغه سزا پرې راغله کومه چې پرې راغله، فکر وکړه ای پېغمبره! ددرواغ ګڼونکو امتونو پايله څنګه وه، بېشکه الله هغوی تباه کړل
وَمِنْهُم مَّن يُؤْمِنُ بِهِۦ وَمِنْهُم مَّن لَّا يُؤْمِنُ بِهِۦ ۚ وَرَبُّكَ أَعْلَمُ بِٱلْمُفْسِدِينَ ﴿٤٠﴾
له مشرکانو به ځينې پر قرآن مخکې له مړينې يې ايمان راوړي، ځينې به يې دضد او لويۍ له امله پرې ايمان را نه وړي تردې چې مړه به شي، ای رسوله! ستا پالونکی پر هغو خلکو چې پر خپل کفر ټينګار کوي تر ټولو ډېر پوه دی او ژر به هغوی ته پر کفر يې سزا ورکړي
وَإِن كَذَّبُوكَ فَقُل لِّى عَمَلِى وَلَكُمْ عَمَلُكُمْ ۖ أَنتُم بَرِيٓـُٔونَ مِمَّآ أَعْمَلُ وَأَنَا۠ بَرِىٓءٌۭ مِّمَّا تَعْمَلُونَ ﴿٤١﴾
ای پېغمبره که چېرې دې قوم ته درواغجن ګڼلی وې نو ته ورته ووايه: ما لره زما دکړنې بدله ده او زه به دخپلې کړنې پايله زغمم، تاسو لره ستاسو دکړنې بدله ده او پر تاسو يې سزا ده، تاسو دهغه څه له سزا بېزاره ياست چې زه يې کوم او زه دهغه څه له سزا بېزاره يم چې تاسو يې کوئ
وَمِنْهُم مَّن يَسْتَمِعُونَ إِلَيْكَ ۚ أَفَأَنتَ تُسْمِعُ ٱلصُّمَّ وَلَوْ كَانُوا۟ لَا يَعْقِلُونَ ﴿٤٢﴾
او له مشرکانو ځينې -ای پېغمبره- تا ته داسې غوږ نيسي کله چې ته قرآن لولې چې له منلو او باور کولو سره تړاو نلري، آيا ته هغه چا ته آورول کولی شې چې داورېدلو توان يې له لا سه ورکړی وي؟! همدارنګه به هيڅکله ددغو کسانو پر لا رښوونه ونه توانېږې چې له حق څخه ګونګيان دي؛ نو پرې پوهيږي
وَمِنْهُم مَّن يَنظُرُ إِلَيْكَ ۚ أَفَأَنتَ تَهْدِى ٱلْعُمْىَ وَلَوْ كَانُوا۟ لَا يُبْصِرُونَ ﴿٤٣﴾
ای رسوله! له مشرکانو ځينې په سرسري کتلو درته ګوري نه په خپل بصيرت سره، آيا ته هغوکسانو ته دليدو توان ورکولی شې چا چې خپلې سترګې له لا سه ورکړې وي؟! بېشکه ته دغه نشې کولئ، همدارنګه هغه چاته لا رښوونه نشې کولئ چې بصيرت نلري
إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَظْلِمُ ٱلنَّاسَ شَيْـًۭٔا وَلَـٰكِنَّ ٱلنَّاسَ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿٤٤﴾
بېشکه الله پر خپلو بندګانو له ظلم کولو پاک دی، هغه يوه ذره ظلم هم نه پرې کوي، خو هغوی داسې کسان دي چې دتباهۍ ځايونو ته په ورښکته کولو پر خپلو ځانو ظلم کوي، دباطل، لويۍ او ضد په موخه دتعصب له امله. مخ ۷ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ كَأَن لَّمْ يَلْبَثُوٓا۟ إِلَّا سَاعَةًۭ مِّنَ ٱلنَّهَارِ يَتَعَارَفُونَ بَيْنَهُمْ ۚ قَدْ خَسِرَ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِلِقَآءِ ٱللَّهِ وَمَا كَانُوا۟ مُهْتَدِينَ ﴿٤٥﴾
مهتدين کله چې الله دقيامت په ورځ خلک دخپل حساب لپاره را پاڅوي، داسې به وي ګواکې هغوی ددنيا او برزخ په ژوند کې يې دورځې يوه ګړۍ تېره کړې ده نه زيات، ځينې به ځينې پکښې وپېژني، بيا به يې پېژندګلوي دقيامت دسختو حالاتو دليدو له امله ختمه شي، زيان وکړ هغو کسانو چې دقيامت په ورځ له خپل پالونکي سره مخامخ کېدل يې درواغ ګڼل او دبېرته راڅېدو پر ورځ په دنيا کې باور کوونکي نه وو، ترڅو له زيان خوندي شوي وای
وَإِمَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ ٱلَّذِى نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ ٱللَّهُ شَهِيدٌ عَلَىٰ مَا يَفْعَلُونَ ﴿٤٦﴾
ای رسوله! يا به تاته ستا له مرګ مخکې ځينې هغه سزا در وښيو چې له هغوی سره مو يې ژمنه کړې وه يا به دې مخکې له دې واخلو(مړکړو)، په دغه دواړو حالتونو کې دقيامت په ورځ دهغوی موږ ته راګرځېدل دي، بيا الله لیدونکی دی دهغه څه چې هغوی کول، له هغه څه پټ نه دي او ژر به هغوی ته پر کړنو يې سزا ورکړي
وَلِكُلِّ أُمَّةٍۢ رَّسُولٌۭ ۖ فَإِذَا جَآءَ رَسُولُهُمْ قُضِىَ بَيْنَهُم بِٱلْقِسْطِ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿٤٧﴾
له مخکينيو امتونو څخه هر امت لره رسول وچې ورته لېږل شوی و، کله يې چې هغوی ته هغه څه ورسول چې درسولو امر ورته شوی و، هغوی درواغجن وګاڼه، د هغوی او رسول ترمنځ يې په عدل پرېکړه وشوه؛ نو الله په خپله پېرزوينه رسول وژغوره او امت يې دعدالت له مخې تباه کړ او پر هغوی دکړنو له بدلې يې هيڅ ظلم نه کيږي
وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَـٰذَا ٱلْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ ﴿٤٨﴾
اودغه کافران به دضد کوونکو او ننګوونکو په حالت کې وايي: دهغې سزا وخت کله دی چې تاسو يې له موږ سره ژمنه کړې وه که چېرې په هغه څه کې رېښتيني واست چې دعوی يې کوئ؟! ر
قُل لَّآ أَمْلِكُ لِنَفْسِى ضَرًّۭا وَلَا نَفْعًا إِلَّا مَا شَآءَ ٱللَّهُ ۗ لِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌ ۚ إِذَا جَآءَ أَجَلُهُمْ فَلَا يَسْتَـْٔخِرُونَ سَاعَةًۭ ۖ وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ ﴿٤٩﴾
يستقدمون ای رسوله! ورته ووايه: زه خپل ځانته دکوم زيان واک نلرم چې زيان ور ورسوم او نه يې ترې مخه نيولی شم، نه دکومې ګټې چې ګټه ور ورسوم؛ نو څنګه به له ځان پرته بل ته دګټې او يا دهغه دزيان واک ولرم؟ خو دا چې الله له دغه څه وغواړي؛ نو څنګه به زه پر پټو پوه شم؟ له امتونو دهر هغه امت لپاره چې الله يې دتباهۍ ژمنه کړې ده دهغوی دتباهي يو ټاکلی وخت دی، يوازې الله پرې پوهيږي، کله يې چې دتباهۍ وخت راشي، له هغه به هيڅ وخت وروسته نشي او نه به مخکې شي
قُلْ أَرَءَيْتُمْ إِنْ أَتَىٰكُمْ عَذَابُهُۥ بَيَـٰتًا أَوْ نَهَارًۭا مَّاذَا يَسْتَعْجِلُ مِنْهُ ٱلْمُجْرِمُونَ ﴿٥٠﴾
ای رسوله! دغو دسزا په بيړه غوښتونکو ته ووايه: ماته خبر اکړئ که چېرې دالله سزا دشپې يا ورځې په هر وخت کې در باندې راشي، کوم څه دي چې تاسو يې له سزا په بيړه غواړئ؟!
أَثُمَّ إِذَا مَا وَقَعَ ءَامَنتُم بِهِۦٓ ۚ ءَآلْـَٔـٰنَ وَقَدْ كُنتُم بِهِۦ تَسْتَعْجِلُونَ ﴿٥١﴾
آيا وروسته لدې چې هغه سزا پر تاسو راشي چې ژمنه يې درسره شوې وه، تاسو ايمان راوړئ چې هغه مهال به هيچاته يې ايمان ګټه ونه رسوي چې مخکې يې ايمان نه وي راوړی؟ آيا اوس ايمان راوړئ، حال داچې له دې مخکې مو سزا په بيړه غوښتله ددرواغ ګڼلو په ډول. مخ ۸ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
ثُمَّ قِيلَ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ ذُوقُوا۟ عَذَابَ ٱلْخُلْدِ هَلْ تُجْزَوْنَ إِلَّا بِمَا كُنتُمْ تَكْسِبُونَ ﴿٥٢﴾
بيا دهغوی په سزا کې له ننه اېستلو او دهغوی لخوا دوتلو له غوښتنې وروسته به ورته وويل شي: په آخرت کې تلپاتې سزا وڅکئ، آيا تاسو ته له هغه کفر او ګناهونو پرته دبل څه بدله درکول کيږي چې کول مو؟!. ق
۞ وَيَسْتَنۢبِـُٔونَكَ أَحَقٌّ هُوَ ۖ قُلْ إِى وَرَبِّىٓ إِنَّهُۥ لَحَقٌّۭ ۖ وَمَآ أَنتُم بِمُعْجِزِينَ ﴿٥٣﴾
ای پېغمبره! مشرکان به له تا دخبر غوښتنه کوي: آيا دغه سزا چې زموږ سره يې ژمنه شوې ده حق ده؟ ورته ووايه: هو، بېشکه په الله قسم هغه حق ده او تاسو له هغې تېښته کوونکي نه ياست
وَلَوْ أَنَّ لِكُلِّ نَفْسٍۢ ظَلَمَتْ مَا فِى ٱلْأَرْضِ لَٱفْتَدَتْ بِهِۦ ۗ وَأَسَرُّوا۟ ٱلنَّدَامَةَ لَمَّا رَأَوُا۟ ٱلْعَذَابَ ۖ وَقُضِىَ بَيْنَهُم بِٱلْقِسْطِ ۚ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿٥٤﴾
که چیرې دهر مشرک دپاره ټول هغه غوره مالونه چې په ځمکه کې دي وي، هرومرو به يې دالله له سزا دخلاصون لپاره بدل وګرځوي که چېرې هغه ته دفديه ورکولو فرصت ورکړل شي، مشرکان به خپله پښېماني پټه کړي کله چې دقيامت په ورځ سزا وويني، الله به په عدل دهغوی ترمنځ پرېکړه وکړي، په داسې حال کې چې پر هغوی به ظلم نه کيږي، يوازې پر خپلو کړنو به سزا ورکول کيږي. ق
أَلَآ إِنَّ لِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۗ أَلَآ إِنَّ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقٌّۭ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٥٥﴾
خبر اوسئ بېشکه دآسمانونو او څه چې په ځمکه کې دي پاچايي يوازې الله لره ده، خبر اوسئ بېشکه کافرانو ته دالله لخوا دسزا ژمنه ترسره کېدونکې ده هيڅ شک پکې نشته، خو دهغوی ډېری پردې نه پوهيږي؛ نو شک کوي. هو يحى ويميت وإليه ترجعون
هُوَ يُحْىِۦ وَيُمِيتُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿٥٦﴾
هغه پاک ذات مړي بېرته را پاڅوي، ژوندي مړه کوي، يوازې هغه ته مو دقيامت په ورځ ورګرځېدل دي؛ نو پر کړنو به مو سزا درکړي
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ قَدْ جَآءَتْكُم مَّوْعِظَةٌۭ مِّن رَّبِّكُمْ وَشِفَآءٌۭ لِّمَا فِى ٱلصُّدُورِ وَهُدًۭى وَرَحْمَةٌۭ لِّلْمُؤْمِنِينَ ﴿٥٧﴾
ای خلکو! بېشکه تاسو ته قرآن راغی په هغو کې يادونه، هڅونه او وېرونه ده، هغه دزړونو دشک او تردد ناروغيو لپاره درملنه ده او دحق لا رې ته لا رښوونه ده، په هغه کې دمؤمنانو لپاره لورېينه ده؛ نو ترې ګټه اخېستونکي دي
قُلْ بِفَضْلِ ٱللَّهِ وَبِرَحْمَتِهِۦ فَبِذَٰلِكَ فَلْيَفْرَحُوا۟ هُوَ خَيْرٌۭ مِّمَّا يَجْمَعُونَ ﴿٥٨﴾
ای رسوله! خلکو ته ووايه: کوم قرآن مې چې درته راوړی هغه دالله لخوا پر تاسو پېرزوينه ده، دهغه لخوا درباندې لورېينه ده؛ نو پرتاسو دالله په پېرزوينه او دهغه په لروېينه چې ددغه قرآن نازلول دي خوشحاله شئ، نه له هغو دوو پرته پر بل شي، کوم څه چې هغوی ته محمد صلی الله عليه وسلم دخپل پالونکي لخوا راوړي دي هغه غوره دي له هغه څه څخه چې هغوی يې ټولوي دله منځه تلونکې دنيا له توښې څخه
قُلْ أَرَءَيْتُم مَّآ أَنزَلَ ٱللَّهُ لَكُم مِّن رِّزْقٍۢ فَجَعَلْتُم مِّنْهُ حَرَامًۭا وَحَلَـٰلًۭا قُلْ ءَآللَّهُ أَذِنَ لَكُمْ ۖ أَمْ عَلَى ٱللَّهِ تَفْتَرُونَ ﴿٥٩﴾
ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: خبر راکړئ چې الله پر تاسو دروزۍ په نازلولو پېرزوينه کړې ده، خو تاسو دخپلو نفسي غوښتنو پر بنسټ پرې عمل وکړ، ځينې مو حرام وګڼل او ځينې مو حلال، هغوی ته ووايه: آيا الله تاسو ته حلال ګرځولي دي دهغه څه حلالول کوم چې تاسو حلال وګڼل او دهغه څه حرامول کوم چې تاسو حرام وګڼل يا تاسو پر هغه درواغ تړئ؟!. مخ ۹ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَمَا ظَنُّ ٱلَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى ٱلنَّاسِ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَشْكُرُونَ ﴿٦٠﴾
پر الله درواغ تړونکي څه ګومان کوي چې دقيامت په ورځ به پر هغوی څه راځي؟! آيا هغوی ګومان کوي چې بخښنه به ورته وشي؟! ډېره لرې ده، بېشکه الله پر خلکو دپېرزوينې څښتن دی چې هغوی ته مهلت ورکوي او په سزا ورکولو کې بيړه نه کوي، خو دهغوی ډېری دالله له نعمت څخه نټه کوونکي دي چې پرې کړی يې دی؛ نو شکر يې نه وباسي
وَمَا تَكُونُ فِى شَأْنٍۢ وَمَا تَتْلُوا۟ مِنْهُ مِن قُرْءَانٍۢ وَلَا تَعْمَلُونَ مِنْ عَمَلٍ إِلَّا كُنَّا عَلَيْكُمْ شُهُودًا إِذْ تُفِيضُونَ فِيهِ ۚ وَمَا يَعْزُبُ عَن رَّبِّكَ مِن مِّثْقَالِ ذَرَّةٍۢ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَا فِى ٱلسَّمَآءِ وَلَآ أَصْغَرَ مِن ذَٰلِكَ وَلَآ أَكْبَرَ إِلَّا فِى كِتَـٰبٍۢ مُّبِينٍ ﴿٦١﴾
م بين او نه ته له کارونو په کوم کار کې بوخت وې او نه قرآن لولې ای رسوله! او نه تاسو ای مؤمنانو کوم کار ترسره کوئ خو دا چې موږ تاسو وينو پر تاسو پوه يو او آورو مو چې کله په کار پيل کوئ او پکې بېړه کوئ، ستا دپالونکي له پوهې ديوې ذرې په اندازه څه نه په آسمان کې او نه په ځمکه کې پټېدلی شي، نه دذرې له اندازې کوچنی شی او نه لوی شی شته خو دا چې په هغه څرګند کتاب کې ليکل شوي دي چې نه کوچنۍ خبره او نه لويه خبره پرېږدي مګر شمېري يې
أَلَآ إِنَّ أَوْلِيَآءَ ٱللَّهِ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿٦٢﴾
خبر اوسئ بېشکه دالله پر دوستانو به دقيامت له راتلونکو حالاتو څخه نه وېره وي او نه به هغوی ددنيا په پاتې شويو برخو غمجنيږي
ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَكَانُوا۟ يَتَّقُونَ ﴿٦٣﴾
دغه دوستان هغه کسان دي چې پر الله او دهغه پر رسول صلی الله عليه وسلم په ايمان راوړلو متصف دي او له الله څخه دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېريږي
لَهُمُ ٱلْبُشْرَىٰ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَفِى ٱلْـَٔاخِرَةِ ۚ لَا تَبْدِيلَ لِكَلِمَـٰتِ ٱللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ ﴿٦٤﴾
هغوی لره دخپل پالونکي لخوا په دنيا کې دهغه څه زېری دی چې خوشحاله کوي يې په ښو خوبونو او يا دخلکو لخوا په ستاينه سره، او دپرېښتو لخوا دارواوو د اخېستو پر مهال زېری دی، له مرګ وروسته او په حشر کې، په هغه څه کې بدلون نشته چې الله یې له هغوی سره ژمنه کړې ده، دغه بدله لويه بريا ده، ځکه په هغې کې دموخې ترلاسه کول دي او له وېرې ژغورل دي
وَلَا يَحْزُنكَ قَوْلُهُمْ ۘ إِنَّ ٱلْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا ۚ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ ﴿٦٥﴾
ای رسوله! ددغو خلکو په طعنه او په دين کې عيب ويلو مه غمجنېږه، بېشکه برلاسي او غلبه ټول الله لره دي، هيڅ شی يې نشي بې وسې کولی، هغه دهغوی د ويناوو اورېدونکی دی، پر کړنو يې ښه پوه دی او ژر به هغوی ته پرې سزا ورکړي
أَلَآ إِنَّ لِلَّهِ مَن فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَن فِى ٱلْأَرْضِ ۗ وَمَا يَتَّبِعُ ٱلَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ شُرَكَآءَ ۚ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا ٱلظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ ﴿٦٦﴾
خبر اوسئ يوازې الله لره دهغه څه پاچايي ده چې په آسمانونو کې دي او دهغه څه پاچايي چې په ځمکه کې دي، دکوم شي پيروي کوي هغه مشرکان چې له الله پرته يې دشريکانو عبادت کوي؟! هغوی په حقيقت کې يوازې دشک پيروي کوي، هغوی الله ته دشريکانو په نسبت کولو کې يوازې درواغ وايي، الله دهغوی له وينا په لوی لوړوالي لوړ دی. مخ ۱۰ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
هُوَ ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُمُ ٱلَّيْلَ لِتَسْكُنُوا۟ فِيهِ وَٱلنَّهَارَ مُبْصِرًا ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّقَوْمٍۢ يَسْمَعُونَ ﴿٦٧﴾
هغه يوازې داسې ذات دی ای خلکو! چې تاسو لره يې شپه داسې ګرځولې ده تر څو له خوځښت او ستړيا څخه پکې آرامه شئ، ورځ يې رڼا ګرځولې ده تر څو په هغې دهغه څه کوښښ وکړئ چې تاسو ته مو په ژوند کې ګټه رسوي، بېشکه په دغه کې څرګند دلايل دي دهغه قوم لپاره چې دباور او منلو وړ اورېدل کوي
قَالُوا۟ ٱتَّخَذَ ٱللَّهُ وَلَدًۭا ۗ سُبْحَـٰنَهُۥ ۖ هُوَ ٱلْغَنِىُّ ۖ لَهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۚ إِنْ عِندَكُم مِّن سُلْطَـٰنٍۭ بِهَـٰذَآ ۚ أَتَقُولُونَ عَلَى ٱللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ ﴿٦٨﴾
له مشرکانو يوې ډلې وويل: الله پرېښتې لوڼې ګرځولې دي، الله دهغوی له وينا پاک دی، هغه پاک ذات له ټولو مخلوقاتو يې بې پروا دی، هغه لره دهغه څه پاچايي ده چې په آسمانونو کې دي او دهغه څه پاچايي ده چې په ځمکه کې دي، ای مشرکانو ستاسو سره مو په خپله دغه وينا کوم دليل نشته، آيا پر الله لويه وينا تړئ کله چې هغه ته دزوی نسبت کوئ، پر حقيقت يې نه پوهېږئ پرته له دليله يې وايئ؟!
قُلْ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ لَا يُفْلِحُونَ ﴿٦٩﴾
ای رسوله! هغوی ته ووايه: هغه کسان چې پر الله درواغ تړي هغه ته دزوی په نسبت کولو سره؛ پر هغه څه به بريالي نشي چې غواړي يې او نه به له هغه څه وژغورل شي چې ترې ډاريږي
مَتَـٰعٌۭ فِى ٱلدُّنْيَا ثُمَّ إِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ نُذِيقُهُمُ ٱلْعَذَابَ ٱلشَّدِيدَ بِمَا كَانُوا۟ يَكْفُرُونَ ﴿٧٠﴾
هغوی دې نه دوکه کيږي چې ددنيا له خوندوروشيانو او پېرزوينو ګټه اخلي، هغه له منځه تلونکې لږ توښه ده، بيا يې دقيامت په ورځ موږ ته را ګرځېدل دي، بيا به سخته سزا وروڅکو پر الله دکفر او دهغه درسول ددرواغ ګڼلو له امله يې
۞ وَٱتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ نُوحٍ إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِۦ يَـٰقَوْمِ إِن كَانَ كَبُرَ عَلَيْكُم مَّقَامِى وَتَذْكِيرِى بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ فَعَلَى ٱللَّهِ تَوَكَّلْتُ فَأَجْمِعُوٓا۟ أَمْرَكُمْ وَشُرَكَآءَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُنْ أَمْرُكُمْ عَلَيْكُمْ غُمَّةًۭ ثُمَّ ٱقْضُوٓا۟ إِلَىَّ وَلَا تُنظِرُونِ ﴿٧١﴾
کيسه بيان کړه ای رسوله! دغو مشرکانو ته چې دنوح عليه السلام خبره يې درواغ وګڼله کله چې هغه خپل قوم ته وويل: ای زما قومه! که چېرې زما اوسېدل ستاسو ترمنځ درباندې بوج شوي وي او زما لخوا دالله دنښانو يادونه او زما نصيحت درباندې سخت شوي وي، زما دوژلو هوډ مو کړی وي؛ نو ما يوازې پر الله بروسه کړې ده ستاسو ددوکې په ترسره کولو کې، خپل کارمو پياوړی کړئ، زما دوژلو تکل وکړئ او خپل معبودان مو را وبولئ ترڅو ترې مرسته وغواړئ، بيا دې ستاسو چل پټ ګونګ نه وي، زما دوژلو لپاره ستاسو دتدبير وروسته تاسو هغه وکړئ چې پټوئ يې او يوه لحظه مې هم مه وروسته کوئ
فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَمَا سَأَلْتُكُم مِّنْ أَجْرٍ ۖ إِنْ أَجْرِىَ إِلَّا عَلَى ٱللَّهِ ۖ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ ٱلْمُسْلِمِينَ ﴿٧٢﴾
که چېرې تاسو زما له بلنې مخ اړولی وي نو تاسو پوه ياست چې ما دخپل پالونکي په پيغام رسولو له تاسو کومه بدله نه ده غوښتې، زما بدله يوازې پر الله ده، پر ما مو ايمان راوړی وي او که مو کفر کړی وي، او الله امر راته کړی چې په پيروۍ او نېک عمل هغه لره له غاړه اېښودونکو شم
فَكَذَّبُوهُ فَنَجَّيْنَـٰهُ وَمَن مَّعَهُۥ فِى ٱلْفُلْكِ وَجَعَلْنَـٰهُمْ خَلَـٰٓئِفَ وَأَغْرَقْنَا ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا ۖ فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلْمُنذَرِينَ ﴿٧٣﴾
قوم يې هغه درواغجن وګاڼه، هغه يې رېښتينی ونه ګاڼه؛ نو هغه او له مؤمنانو چې څوک په کښتۍ کې ورسره وو ومو ژغورل او له هغوی دمخکينيو لپاره مو ځای ناستي وګرځول او هغه کسان مو تباه کړل چې نښانې او دطوفان دليلونه يې درواغ ګڼلي وو؛ نو ای رسوله فکر وکړه چې دهغه قوم دچارو پايله څنګه وه چې نوح عليه السلام وېرولي وو، خو هغوی ايمان نه وراوړی. مخ ۱۱ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
ثُمَّ بَعَثْنَا مِنۢ بَعْدِهِۦ رُسُلًا إِلَىٰ قَوْمِهِمْ فَجَآءُوهُم بِٱلْبَيِّنَـٰتِ فَمَا كَانُوا۟ لِيُؤْمِنُوا۟ بِمَا كَذَّبُوا۟ بِهِۦ مِن قَبْلُ ۚ كَذَٰلِكَ نَطْبَعُ عَلَىٰ قُلُوبِ ٱلْمُعْتَدِينَ ﴿٧٤﴾
ى بيا څه موده وروسته مو په نوح عليه السلام پسې نور رسولان خپلو قومونو ته يې ولېږل، رسولان يې خپلو امتونو ته له نښانو او دلايلو سره راغلل خو دهغوی درسولانو په درواغ ګڼلو دخپل پخواني ټينګار له امله يې اراده نه وه چې ايمان راوړي؛ نو الله يې پر زړونو مهر ولګاوه، ددغه مهر غوندې چې دپخوانيو رسولانو دامتونو پر زړونو مو لګولی دهغو کافرانو پر زړونو په هر وخت او هرځای کې مهر لګوو چې دکفر له امله دالله له پولو اوښتونکي دي
ثُمَّ بَعَثْنَا مِنۢ بَعْدِهِم مُّوسَىٰ وَهَـٰرُونَ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَإِي۟هِۦ بِـَٔايَـٰتِنَا فَٱسْتَكْبَرُوا۟ وَكَانُوا۟ قَوْمًۭا مُّجْرِمِينَ ﴿٧٥﴾
بيا وروسته له څه مودې مو په دغو رسولانو پسې موسی او دهغه ورور هارون دمصر پاچا فرعون او دهغه دقوم لويانو ته ولېږل، هغوی دواړه مو له داسې نښانو سره ولېږل چې دهغوی پر رېښتينولۍ دلالت کوونکې وې، خو هغوی پر هغه څه له ايمان راوړلو لويي وکړه چې هغوی دواړه ورسره راغلي وو، هغوی ګناهکار قوم وو، پر الله د کفر او دهغه درسولانو ددرواغجن ګڼلو له امله
فَلَمَّا جَآءَهُمُ ٱلْحَقُّ مِنْ عِندِنَا قَالُوٓا۟ إِنَّ هَـٰذَا لَسِحْرٌۭ مُّبِينٌۭ ﴿٧٦﴾
کله چې فرعون او دهغه له قومه لويانو ته هغه دين راغی چې موسی او هارون عليهما السلام راوړی و، هغوی دهغو نښانو په اړه چې دلالت کوونکې وې دهغه څه پر رېښتينولۍ چې موسی راوړي ووويل: بېشکه هغه ښکاره جادو دی حق نه دی
قَالَ مُوسَىٰٓ أَتَقُولُونَ لِلْحَقِّ لَمَّا جَآءَكُمْ ۖ أَسِحْرٌ هَـٰذَا وَلَا يُفْلِحُ ٱلسَّـٰحِرُونَ ﴿٧٧﴾
موسی پر هغوی دنيوکې کوونکي په ډول وويل: آيا حق ته جادو وايئ چې کله درته راشي؟ هيڅکله نه، هغه جادو نه دی، بېشکه زه ښه پوهېږم چې جادوګر هيڅکله نشي بریالی کېدلی؛ نو ما لره به دهغه راکړه ورکړه څنګه وي؟!
قَالُوٓا۟ أَجِئْتَنَا لِتَلْفِتَنَا عَمَّا وَجَدْنَا عَلَيْهِ ءَابَآءَنَا وَتَكُونَ لَكُمَا ٱلْكِبْرِيَآءُ فِى ٱلْأَرْضِ وَمَا نَحْنُ لَكُمَا بِمُؤْمِنِينَ ﴿٧٨﴾
دفرعون قوم موسی عليه السلام ته په ځواب ورکولو وويل: آيا له دغه جادو سره راغلې تر څو موږ له هغه دينه واړوې چې خپل پلرونه مو پرې موندلي دي او پاچايي ستا او ستا دورور شي؟ موږ تاسو دواړو لره ای موسی او هارونه! پدې اقرار کوونکي نه يو چې تاسو رسولان ياست او موږ ته رالېږل شوي ياست
وَقَالَ فِرْعَوْنُ ٱئْتُونِى بِكُلِّ سَـٰحِرٍ عَلِيمٍۢ ﴿٧٩﴾
فرعون خپل قوم ته وويل: ماته هر داسې کوډګر چې ماهر وي او هغه لره دقيق وي راولئ
فَلَمَّا جَآءَ ٱلسَّحَرَةُ قَالَ لَهُم مُّوسَىٰٓ أَلْقُوا۟ مَآ أَنتُم مُّلْقُونَ ﴿٨٠﴾
کله چې هغوی فرعون ته ساحران راوستل، موسی عليه السلام هغوی ته وويل په داسې حال کې دهغوی پر وړاندې په خپله بريا باوري و: وغورځوئ ای ساحرانو هغه څه چې تاسو يې غورځوونکي ياست
فَلَمَّآ أَلْقَوْا۟ قَالَ مُوسَىٰ مَا جِئْتُم بِهِ ٱلسِّحْرُ ۖ إِنَّ ٱللَّهَ سَيُبْطِلُهُۥٓ ۖ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُصْلِحُ عَمَلَ ٱلْمُفْسِدِينَ ﴿٨١﴾
کله چې هغوی ورسره شته جادو وغورځاوه، موسی عليه السلام ورته وويل: څه چې مو ښکاره کړل هغه کوډې دي، بېشکه الله به ژر هغه څه باطل کړي چې تاسو وکړل هيڅ اغېز به ونلري، بېشکه تاسو دخپل جادو په مټ په ځمکه کې ورانکاري ياست او الله دهغه چا کار نه سموي چې ورانکاری وي. مخ ۱۲ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَيُحِقُّ ٱللَّهُ ٱلْحَقَّ بِكَلِمَـٰتِهِۦ وَلَوْ كَرِهَ ٱلْمُجْرِمُونَ ﴿٨٢﴾
الله حق ثابتوي او په خپلو تقدیري کلماتو او له شرعي کلماتو څخه په حجتونو او برهانونو ځای ورکوي، که څه هم دغه کار دفرعون له پېروانو ګناهګاره کافرانو ته ښه نه ښکاري
فَمَآ ءَامَنَ لِمُوسَىٰٓ إِلَّا ذُرِّيَّةٌۭ مِّن قَوْمِهِۦ عَلَىٰ خَوْفٍۢ مِّن فِرْعَوْنَ وَمَلَإِي۟هِمْ أَن يَفْتِنَهُمْ ۚ وَإِنَّ فِرْعَوْنَ لَعَالٍۢ فِى ٱلْأَرْضِ وَإِنَّهُۥ لَمِنَ ٱلْمُسْرِفِينَ ﴿٨٣﴾
قوم دمخ اړولو ټينګه اراد هکړې وه؛ نو موسی عليه السلام سره له دې چې له څرګندو نښانو او ښکاره حجتونو سره راغلی و، چا رېښتينی ونه ګاڼه پرته دهغه دقوم بنواسرائيلو له يو څو ځوانانو څخه، چې هغوی هم له فرعون او دهغه دقوم له لويانو له خپل ايمانه داړولو وېره لرله ځکه هغوی ته يې سزا ورڅکله که دهغوی حال ورته ښکاره شوی و، بېشکه فرعون لويي کوونکی پر مصر او دهغو پر اوسېدونکو واکمن دی او هغه بني اسرائيلو ته په کفر، وژنه او سزا ورکولو کې له بريده اوښتونکو څخه دی
وَقَالَ مُوسَىٰ يَـٰقَوْمِ إِن كُنتُمْ ءَامَنتُم بِٱللَّهِ فَعَلَيْهِ تَوَكَّلُوٓا۟ إِن كُنتُم مُّسْلِمِينَ ﴿٨٤﴾
موسی عليه السلام خپل قوم ته وويل: ای زما قومه! که مو پر الله حق ايمان راوړی وي؛ نو يوازې پر هغه باور وکړئ که تاسو مسلمانان ياستئ، پر الله بروسه له تاسو د بدۍ مخه نيسي او خير درته راجلبوي
فَقَالُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ تَوَكَّلْنَا رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةًۭ لِّلْقَوْمِ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٨٥﴾
موسی عليه السلام ته يې ځواب ورکړ ويې ويل: يوازې پر الله مو بروسه کړې ده، ای زموږ پالونکيه پر موږ ظالمان مه واکمن کوه، چې ددين په اړه مو په فتنه کې واچوي په سزا راکولو، وژلو او له دين څخه په اړولو
وَنَجِّنَا بِرَحْمَتِكَ مِنَ ٱلْقَوْمِ ٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿٨٦﴾
ای زموږ پالونکيه په خپله لورېينه مو دفرعون له کافر قوم څخه وژغوره، بېشکه هغوی موږ مرېيان وګرځولو او په سزا راکولو او ژولو يې وځورلو
وَأَوْحَيْنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰ وَأَخِيهِ أَن تَبَوَّءَا لِقَوْمِكُمَا بِمِصْرَ بُيُوتًۭا وَٱجْعَلُوا۟ بُيُوتَكُمْ قِبْلَةًۭ وَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ ۗ وَبَشِّرِ ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿٨٧﴾
او موسی او دهغه ورور هارون عليهما السلام ته مو وحي وکړه، چې تاسو دواړه مو دقوم لپاره په مصر کې یو ټاکلی کور دالله دعبادت لپاره وګرځوئ، او خپل کورونه مو دقبلې بيت المقدس لوري ته وګرځوئ او بشپړ لمونځ وکړئ، او ای موسی! مؤمنان دالله پر هغه مرسته او تاييد او دهغوی ددښمن پر تباهۍ او په ځمکه کې يې پر ځای ناستي کېدو خبر کړه چې هغوی خوشحالوي
وَقَالَ مُوسَىٰ رَبَّنَآ إِنَّكَ ءَاتَيْتَ فِرْعَوْنَ وَمَلَأَهُۥ زِينَةًۭ وَأَمْوَٰلًۭا فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا رَبَّنَا لِيُضِلُّوا۟ عَن سَبِيلِكَ ۖ رَبَّنَا ٱطْمِسْ عَلَىٰٓ أَمْوَٰلِهِمْ وَٱشْدُدْ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُوا۟ حَتَّىٰ يَرَوُا۟ ٱلْعَذَابَ ٱلْأَلِيمَ ﴿٨٨﴾
ى ى موسی عليه السلام وويل: ای زموږ پالونکيه! بېشکه تا فرعون او دهغه له قومه اشرافو ته ددنیا ښکلا او زينت ورکړي دي او هغوی ته دې ددغې دنيا په ژوند کې مالونه ورکړي دي، هغوی ستا په ورکړه ستا شکر نه دی اېستلی، بلکې پر هغو مالونو يې ستا له لا رې دلارورکۍ مرسته غوښتې ده، ای زموږ پالونکيه مالونه يې ختم کړه او له منځه يې يوسه، زړونه يې سخت کړه، چې ايمان را نه وړي مګر کله چې دردوونکې سزا وويني چې هغه مهال يې ايمان راوړل ګټه نه ورته رسوي. مخ ۱۳ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قَالَ قَدْ أُجِيبَت دَّعْوَتُكُمَا فَٱسْتَقِيمَا وَلَا تَتَّبِعَآنِّ سَبِيلَ ٱلَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٨٩﴾
الله وايي: ستاسو دواړو دعا مې قبوله کړه ای موسی او هارونه! دفرعون او دهغه دقوم داشرافو پر خلاف؛ نو پر خپل دين مو ثابت اوسئ او له هغه دهغو ناپوهانولا رې ته مه اوړئ چې دحق په لا ره نه پوهيږي
۞ وَجَـٰوَزْنَا بِبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ٱلْبَحْرَ فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ وَجُنُودُهُۥ بَغْيًۭا وَعَدْوًا ۖ حَتَّىٰٓ إِذَآ أَدْرَكَهُ ٱلْغَرَقُ قَالَ ءَامَنتُ أَنَّهُۥ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا ٱلَّذِىٓ ءَامَنَتْ بِهِۦ بَنُوٓا۟ إِسْرَٰٓءِيلَ وَأَنَا۠ مِنَ ٱلْمُسْلِمِينَ ﴿٩٠﴾
دبنواسرائيلو لپاره مو له دريابه تېرېدل آسانه کړل وروسته له چاودلو يې تر دې چې هغوی خوندي ترې تېرشول، فرعون او دهغه لښکرې په ظلم او تيري ورپسې وو، تردې چې درياب پرې راغی، ډوب شو او له ژغورنې ناهيلی شو، ويې ويل: ايمان مې راوړی چې پر حقه معبود نشته مګر هغه ذات چې بني اسرائيلو پرې ايمان راوړی دی او زه هغه لره په پيروۍ له غاړې اېښودونکو څخه يم
ءَآلْـَٔـٰنَ وَقَدْ عَصَيْتَ قَبْلُ وَكُنتَ مِنَ ٱلْمُفْسِدِينَ ﴿٩١﴾
آيا اوس ايمان راوړې وروسته له ژونده دناهيله کېدوڅخه؟! حال دا چې ای فرعونه! تا دسزا له راتلو مخکې له الله سرغړونه کړې ده پر هغه دکفر او دهغه له لا رې د راګرځولو له امله او ته له ورانکارو څخه وې دځان په لا رورکۍ کې او دنورو په لا رورکولو کې
فَٱلْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ ءَايَةًۭ ۚ وَإِنَّ كَثِيرًۭا مِّنَ ٱلنَّاسِ عَنْ ءَايَـٰتِنَا لَغَـٰفِلُونَ ﴿٩٢﴾
نو نن دې ای فرعونه! له دريابه راباسو، په لوړه زمکه دې ګرځوو ترڅو هغه څوک درڅخه پند واخلي چې له تا وروسته راځي او بېشکه ډېری له خلکو زموږ له حجتونو او زموږ دقدرت له دلايلو بې خبره دي په هغو کې فکر نه کوي
وَلَقَدْ بَوَّأْنَا بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ مُبَوَّأَ صِدْقٍۢ وَرَزَقْنَـٰهُم مِّنَ ٱلطَّيِّبَـٰتِ فَمَا ٱخْتَلَفُوا۟ حَتَّىٰ جَآءَهُمُ ٱلْعِلْمُ ۚ إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِى بَيْنَهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ فِيمَا كَانُوا۟ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿٩٣﴾
بېشکه بنواسرائيل مو په ستايل شوې سيمه او خوښ کړل شوي ځای؛ دشام په مبارک ښار کې کوز کړل، هغوی ته مو پاکه حلاله روزي ورکړه، دخپل دين په چاره کې يې تر هغه اختلاف نه وکړی تر څو چې هغوی ته قرآن راغی؛ دهغه څه تصديق کوونکی وچې دمحمد صلی الله عليه وسلم کوم صفت يې په تورات کې لوستی وو، کله يې چې له دغه څخه نټه وکړه سيمې ترې واخېستل شوې، بېشکه ستا پالونکی ای رسوله! دقيامت په ورځ دهغوی تر منځ په هغه څه کې پرېکړه کوي چې هغوی پکښې اختلاف کولو؛ نو له هغوی به حق پلوي او باطل پلوي هر يوه ته دهغه څه بدله ورکړي چې وړ يې وي
فَإِن كُنتَ فِى شَكٍّۢ مِّمَّآ أَنزَلْنَآ إِلَيْكَ فَسْـَٔلِ ٱلَّذِينَ يَقْرَءُونَ ٱلْكِتَـٰبَ مِن قَبْلِكَ ۚ لَقَدْ جَآءَكَ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكَ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلْمُمْتَرِينَ ﴿٩٤﴾
که چېرې ای رسوله! په شک او حيرانتيا کې وې دهغه قرآن له حقيقته چې تاته مو نازل کړی دی؛ نو له يهودانو چې تورات لولي هغه څوک وپوښته چې ايمان يې راوړی او له نصاراوو چې انجيل لولي، ژر به دې خبر کړي پردې چې کوم څه پر تا نازل کړل شوي هغه حق دي، ځکه هغوی يې په کتابونو کې دهغه صفت مومي، ستا دپالونکي لخوا داسې حق درته راغی چې شک پکې نشته؛ نو ته له شک کوونکو څخه مه کېږه
وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ فَتَكُونَ مِنَ ٱلْخَـٰسِرِينَ ﴿٩٥﴾
او له هغو کسانو مه کېږه چې دالله حجتونه اوبرهانونه يې درواغ ګڼلي، چې پر دغه کار به له هغو زيانمنو څخه شې چې ځانونه يې دخپل کفر له امله دتباهۍ ځايونو ته ور اچولي دي، دغه ټول وېرول دشک او درواغ ګنلو دخطر بيانولو لپاره دي، که نه نبي معصوم دی چې له هغه دې دغه څه صادر شي. مخ ۱۴ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
إِنَّ ٱلَّذِينَ حَقَّتْ عَلَيْهِمْ كَلِمَتُ رَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿٩٦﴾
بېشکه پر هغو کسانو دالله پرېکړه ثابته شوه چې هغوی به پر کفر مړه کيږي پر کفر دټينګار له امله يې، هغوی هيڅکله ايمان نه راوړي
وَلَوْ جَآءَتْهُمْ كُلُّ ءَايَةٍ حَتَّىٰ يَرَوُا۟ ٱلْعَذَابَ ٱلْأَلِيمَ ﴿٩٧﴾
او که څه هم هغوی ته هره شرعي او کوني نښه راشي تر دې چې هغوی دردوونکې سزا وويني؛ نو ايمان راوړي چې هغه مهال يې ايمان راوړل ورته ګټه نه رسوي
فَلَوْلَا كَانَتْ قَرْيَةٌ ءَامَنَتْ فَنَفَعَهَآ إِيمَـٰنُهَآ إِلَّا قَوْمَ يُونُسَ لَمَّآ ءَامَنُوا۟ كَشَفْنَا عَنْهُمْ عَذَابَ ٱلْخِزْىِ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَمَتَّعْنَـٰهُمْ إِلَىٰ حِينٍۢ ﴿٩٨﴾
ومتعنهم إ لى حين داسې نه دي پېښ شوي چې له هغو ښارونو دکوم ښار خلکو دې دباور وړ ايمان راوړی وي چې موږ رسولان ورته لېږلي دي دسزا له ليدلو مخکې، نو ايمان يې ګته ورته رسولې وي دسزا له ليدو مخکې دايمان دراتلو له امله، مګر ديونس قوم کله يې چې ايمان راوړ رېښتينی ايمان؛ موږ ددنيا په ژوند کې له هغوی دخوارۍ او رسوايۍ سزا پورته کړه او هغوی ته مو يې دمرګونو دوخت تر رسېدو پورې ګټه ورکړه
وَلَوْ شَآءَ رَبُّكَ لَـَٔامَنَ مَن فِى ٱلْأَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِيعًا ۚ أَفَأَنتَ تُكْرِهُ ٱلنَّاسَ حَتَّىٰ يَكُونُوا۟ مُؤْمِنِينَ ﴿٩٩﴾
ای رسوله! که چېرې ستاپالونکي دټولو هغو کسانو چې په ځمکه کې دي ايمان راوړل غوښتی، هغوی به ايمان راوړی وای، خو دغه يې ديو حکمت له مخې نه دي غوښتي، هغه په خپل عدل سره چې چاته وغواړي لا رورکی کوي يې او په خپله پېرزوينه چې چاته وغواړي لا رښوونه ورته کوي، ستا په توان کې نه دي چې خلک اړ کړې ترڅو مؤمنان شي، هغوی ته دايمان راوړلو توفيق يوازې دالله په لا س کې دی
وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَن تُؤْمِنَ إِلَّا بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۚ وَيَجْعَلُ ٱلرِّجْسَ عَلَى ٱلَّذِينَ لَا يَعْقِلُونَ ﴿١٠٠﴾
او هيڅوک نشي کولی چې له خپل لوري ايمان راوړي خو دا چې دالله اراده وشي؛ نو ايمان راوړل يوازې دالله په خوښه راځي، ستا نفس دې پر هغوی دافسوسونو له امله له منځه نه ځي، الله سزا او رسوايي پر هغو خلکو ګرځوي چې دهغه حجتونه، برهانونه، حکمونه او نواهي نشي درک کولی
قُلِ ٱنظُرُوا۟ مَاذَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ وَمَا تُغْنِى ٱلْـَٔايَـٰتُ وَٱلنُّذُرُ عَن قَوْمٍۢ لَّا يُؤْمِنُونَ ﴿١٠١﴾
ای رسوله! هغو مشرکانو ته چې له تا څخه دنښانو غوښتنه کوي ووايه: فکر وکړئ په آسمانونو او ځمکه کې کومې داسې نښانې دي چې دالله پر يووالي او قدرت دلالت کوونکې دي او دنښانو نازلول، حجتونه او رسولان هغه قوم ته ګته نشي رسولی چې په هغوی کې دا وړتيا نه وي چې ايمان دې راوړي پر کفر دټينګار له امله يې
فَهَلْ يَنتَظِرُونَ إِلَّا مِثْلَ أَيَّامِ ٱلَّذِينَ خَلَوْا۟ مِن قَبْلِهِمْ ۚ قُلْ فَٱنتَظِرُوٓا۟ إِنِّى مَعَكُم مِّنَ ٱلْمُنتَظِرِينَ ﴿١٠٢﴾
آيا دغه درواغ ګڼونکي انتظار کوي مګر دهغو پېښو غوندې ته چې الله پر پخوانيو درواغ ګنونکو امتونو راوستلې؟! ای رسوله! هغوی ته ووايه: دالله دسزا انتظار وکړئ بېشکه زه ستاسو سره دخپل پالونکي ژمنې ته له انتظار کوونکو څخه يم
ثُمَّ نُنَجِّى رُسُلَنَا وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ۚ كَذَٰلِكَ حَقًّا عَلَيْنَا نُنجِ ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿١٠٣﴾
بيا پر هغوی سزا نازلوو او خپل رسولان ژغورو او هغه کسان ژغورو چې له هغوی سره يې ايمان راوړی دی؛ نو هغوی ته هغه څه نه رسيږي چې قوم ته يې رسېدلي، لکه څنګه مو چې دغه رسولان او له هغوی سره مؤمنان وژغورل همدارنګه دالله رسول او له هغه سره مؤمنان په داسې حقه ژغورنه سره ژغورو چې پر موږ لا زمه ده. مخ ۱۵ له ۱۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قُلْ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِن كُنتُمْ فِى شَكٍّۢ مِّن دِينِى فَلَآ أَعْبُدُ ٱلَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلَـٰكِنْ أَعْبُدُ ٱللَّهَ ٱلَّذِى يَتَوَفَّىٰكُمْ ۖ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿١٠٤﴾
ای رسوله! ووايه: ای خلکو که چېرې تاسو زما دهغه دين په اړه په شک وئ چې زه مو ورته رابولم حال داچې هغه ديووالي دين دی؛ نو زه ستاسو ددين دفساد په اړه باوري يم پيروي يې نه کوم، زه دهغه شيانو عبادت نه کوم چې تاسو يې له الله پرته عبادت کوئ بلکې زه دهغه چا عبادت کوم چې مړ کوي مې او ماته يې امر کړی چې له هغو مؤمنانو شم چې هغه لره ددين ځانګړي کوونکي دي
وَأَنْ أَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًۭا وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ ﴿١٠٥﴾
همدارنګه يې ماته امر کړی چې پر حق دين نېغ واوسم او ثابت پرې پاتې شم له ټولو اديانو هغه ته راکوږ وم، زه يې له دې څخه منع کړی يم چې پر هغه له شرک کوونکو څخه شم
وَلَا تَدْعُ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَنفَعُكَ وَلَا يَضُرُّكَ ۖ فَإِن فَعَلْتَ فَإِنَّكَ إِذًۭا مِّنَ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿١٠٦﴾
ای پېغمبره! له الله پرته بتان، مجسمې او نور هغه شيان مه رابوله چې نه دګټې واک لري چې ګټه درته ورسوي او نه دزيان چې زيان درته ورسوي، که چېرې دې د هغو عبادت وکړ؛ نو هغه مهال به ته له ظالمانو دالله پر حق او ځانو پر حق له تيري کوونکو څخه وې
وَإِن يَمْسَسْكَ ٱللَّهُ بِضُرٍّۢ فَلَا كَاشِفَ لَهُۥٓ إِلَّا هُوَ ۖ وَإِن يُرِدْكَ بِخَيْرٍۢ فَلَا رَآدَّ لِفَضْلِهِۦ ۚ يُصِيبُ بِهِۦ مَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦ ۚ وَهُوَ ٱلْغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ ﴿١٠٧﴾
ای پېغمبره! که چېرې الله کوم کړاو درته ورسوي او دګرځولو طلب یې درڅخه وکړای شي؛ نو له هغه پاک ذات پرته بل کوم ګرځوونکی نشته، که هغه دکومې پېرزوينې ارداه درته ولري؛ نو څوک نشته چې دهغه پېرزوينه در څخه وګرځوي، له بندګانو چې چاته وغواړي خپله پېرزوينه ورته رسوي، هغه لره کوم اړ اېستونکی نشته او له بندګانو يې دهغه چا لپاره ډېر بښونکی دی چې توبه وباسي، پر هغوی مهربانه دی
قُلْ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ قَدْ جَآءَكُمُ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكُمْ ۖ فَمَنِ ٱهْتَدَىٰ فَإِنَّمَا يَهْتَدِى لِنَفْسِهِۦ ۖ وَمَن ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا ۖ وَمَآ أَنَا۠ عَلَيْكُم بِوَكِيلٍۢ ﴿١٠٨﴾
ای رسوله! ووايه: ای خکو! بېشکه دخپل پالونکي لخوا نازل کړل شوی قران درته راغی، څوک چې په سمه لا ره شو او ايمان يې پرې راوړ؛ نو ګټه يې همغه ته ور ګرځېدونکې ده، ځکه الله دبندګانو له پيروۍ بې پروا دی، څوک چې لا رورکی شو؛ نو دلارورکۍ اغېز يې يوازې پرخپل ځان دی، الله ته يې دبندګانو سرغړونه زيان نه رسوي، ته پر هغوی څارونکی نه يې، زه مو کړنې څارم او پر هغو حساب درسره کوم
وَٱتَّبِعْ مَا يُوحَىٰٓ إِلَيْكَ وَٱصْبِرْ حَتَّىٰ يَحْكُمَ ٱللَّهُ ۚ وَهُوَ خَيْرُ ٱلْحَـٰكِمِينَ ﴿١٠٩﴾
ای رسوله! دهغه څه پيروي وکړه چې پالونکی يې دې درته وحي کوي او عمل پرې وکړه، او له قوم څخه دې دهغه چا پر تکليف چې مخالفت دې کوي او دکوم څه پر رسولو چې امر درته شوی دهغو پر رسولو صبر وکړه، همدغه ته دوام ورکړه ترڅو الله دهغوی ترمنځ په خپله پرېکړه سره پرېکړه وکړي چې په دنيا کې دهغوی پر خلاف ستا مرسته کول دي او په آخرت کې هغوی ته سزا ورکول دي که چېرې پر کفر مړه شي. مخ ۱۶ له ۱۶ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر