بَرَآءَةٌۭ مِّنَ ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦٓ إِلَى ٱلَّذِينَ عَـٰهَدتُّم مِّنَ ٱلْمُشْرِكِينَ ﴿١﴾
دا بیزاري دالله او دهغه درسول له طرفه ده او خبر ورکول دي په ختمولو دهغه وعدو چې تاسو ورسره کړي-ای مومنانو-مشرکینوته به عربي ټاپوزمه کې
کور›تفسیر›التوبة (٩)
مدني · ١٢٩ آیتونه
بَرَآءَةٌۭ مِّنَ ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦٓ إِلَى ٱلَّذِينَ عَـٰهَدتُّم مِّنَ ٱلْمُشْرِكِينَ ﴿١﴾
دا بیزاري دالله او دهغه درسول له طرفه ده او خبر ورکول دي په ختمولو دهغه وعدو چې تاسو ورسره کړي-ای مومنانو-مشرکینوته به عربي ټاپوزمه کې
فَسِيحُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍۢ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِى ٱللَّهِ ۙ وَأَنَّ ٱللَّهَ مُخْزِى ٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿٢﴾
وګرځئ-ای مشرکینو-په ځمکه کې دڅلورو میاشتو لپاره په دې حال کې چې تاسو به امن کې یاست. ددې مودې نه وروسته به نه ستاسو لوظ وي او نه به ستاسو لپاره امان وي او یقین ولرئ چې بیشکه تاسوهیچیرې نه شئ خلاصیدلی دالله له عذاب او دهغه دسزا نه که ادامه مو ورکړه خپل کفر ته په الله تعالی باندې، اویقین ولرئ چئ بیشکه الله شرموونکی دی کافرانو لره په قتلولو او قید کولو په دنیاکې او په داخلولو اور ته دقیامت په ورځ او شامل دی دا اعلان هغه چاته چې هغوی خپل لوظونه مات کړي،او هغه چاته چې دهغوی سره مطلق لوظ شوی وخت پکې معلوم نه دی او هر چې هغه معاهد دی چې دهغه نیټه معلومه ده که دڅلورو میاشتو څخه زیاته وه نوبیشکه پوره کیږي به دهغه سره لوظ دهغه تر نیټې مقررې پورې
وَأَذَٰنٌۭ مِّنَ ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦٓ إِلَى ٱلنَّاسِ يَوْمَ ٱلْحَجِّ ٱلْأَكْبَرِ أَنَّ ٱللَّهَ بَرِىٓءٌۭ مِّنَ ٱلْمُشْرِكِينَ ۙ وَرَسُولُهُۥ ۚ فَإِن تُبْتُمْ فَهُوَ خَيْرٌۭ لَّكُمْ ۖ وَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِى ٱللَّهِ ۗ وَبَشِّرِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿٣﴾
دالله له طرفه خبرداری دی او درسول الله-صلی الله علیه وسلم- له طرفه هم دی ټولو خلکو ته دحلالې په ورځ(دلوی اخترورځ)چې بیشکه الله تعالی بیزاره دی د مشرکینو نه او همدارنګه دالله تعالی رسول هم ورڅخه بیزاره دی که توبه مو وایسته-ای مشرکینو-دشرک څخه نوتوبه درته ډیره بهتره ده او که دتوبې څخه مو مخ واړاوه نو یقین ولرئ چې بیشکه هیڅکله دالله څخه خلاصیدای نه شئ او هیڅکله یې دعذاب څخه بچکیدای نه شئ اوخبرورکړه-ای پیغمبره-هغه کسانوته چې کافرشوي په الله په هغه شي چې بد به وي دهغوی لپاره او هغه لوی دردوونکی عذاب دی چې ددوی انتظارکوي
إِلَّا ٱلَّذِينَ عَـٰهَدتُّم مِّنَ ٱلْمُشْرِكِينَ ثُمَّ لَمْ يَنقُصُوكُمْ شَيْـًۭٔا وَلَمْ يُظَـٰهِرُوا۟ عَلَيْكُمْ أَحَدًۭا فَأَتِمُّوٓا۟ إِلَيْهِمْ عَهْدَهُمْ إِلَىٰ مُدَّتِهِمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلْمُتَّقِينَ ﴿٤﴾
مګر هغه کسان چې تاسو ورسره وعده کړې دمشرکانو نه او پوره والی یې کړی تاسو سره په وعده اونقصان یې ندی کړی پخپله وعده کې زره بره، پس دوی مستثنی دي دمخکني حکم نه، پوره کړئ دهغوی سره وفاپه لوظ تر دې چې اخر ته ورسيږي نیټه دوعدې بیشکه الله مینه کوي دپرهیزګارانو سره په منلو دالهي احکامو چې دهغې له جملې څخه یو په وعده پوره والی دی او په ځان ژغورلو دالله دمنعه کړای شوو کارونو نه چې یو له هغې نه خیانت دی
فَإِذَا ٱنسَلَخَ ٱلْأَشْهُرُ ٱلْحُرُمُ فَٱقْتُلُوا۟ ٱلْمُشْرِكِينَ حَيْثُ وَجَدتُّمُوهُمْ وَخُذُوهُمْ وَٱحْصُرُوهُمْ وَٱقْعُدُوا۟ لَهُمْ كُلَّ مَرْصَدٍۢ ۚ فَإِن تَابُوا۟ وَأَقَامُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتَوُا۟ ٱلزَّكَوٰةَ فَخَلُّوا۟ سَبِيلَهُمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿٥﴾
کله چې هغه دحرم مياشتې تېرې شي چې تاسو مو خپلو دوښمنانو ته پکې امان ورکړی، نو بيا مو چې هر چېرې مشرکان وموندل ويې وژنئ، بنديان يې کړئ او په خپلو ځايونو کې يې محاصره کړئ او په لا رو کې کمينونه ورته ونيسئ، که يې الله ته له شرکه توبه واېستله او بشپړ لمونځ يې وکړ او دخپلو مالونو زکات يې ادا کړ؛ نو هغوی مو په اسلام کې وروڼه وګرځېدل، بيا جګړه ورسره پرېږدئ، پرته له شکه الله دهغه چا بخښونکی دی چې له بنده ګانو يې څوک توبه وباسي، پر هغه مهربان دی
وَإِنْ أَحَدٌۭ مِّنَ ٱلْمُشْرِكِينَ ٱسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّىٰ يَسْمَعَ كَلَـٰمَ ٱللَّهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُۥ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌۭ لَّا يَعْلَمُونَ ﴿٦﴾
که چیرته داخلیده یو مشرک چې مال او وینه یې روا وه او امن یې غوښته-ای پیغمبره- نوغوښتنه یې ومنه تردې چې قران واوري او بیا یې ورسوه هغه ځای ته چې هلته دا په امن کې شي دا پدې وجه چې کافران داسې قوم دی چې نه پوهیږي په حقیقت ددې دین، پس کله چې وپوهیږي په حقیقت ددې دین دقران داوریدلو نه، کیدی شي چې سمه لا ر ومومي. مخ ۱ له ۲۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
كَيْفَ يَكُونُ لِلْمُشْرِكِينَ عَهْدٌ عِندَ ٱللَّهِ وَعِندَ رَسُولِهِۦٓ إِلَّا ٱلَّذِينَ عَـٰهَدتُّمْ عِندَ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ ۖ فَمَا ٱسْتَقَـٰمُوا۟ لَكُمْ فَٱسْتَقِيمُوا۟ لَهُمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلْمُتَّقِينَ ﴿٧﴾
نه ده صحیح چې شي دې دهغه چا لپاره چې دالله سره یې شرک کړی، وعده او امن دالله تعالی په نیز او دهغه درسول په نیز مګر وعده دهغه مشرکینو چې تاسو ورسره وعده کړیده-مسلمانانو- دمسجدحرام په خوا کې دحدیبیې په صلحه کې تر څو پورې چې هغوي ولاړ وو تاسو سره په هغه وعده چې وه ستاسو او دهغوی په مینځ کې او نه یې وه ماته کړې نو تاسو هم ودریږئ په دغه وعده او مه یې ماتوئ بیشکه الله مینه کوي دپرهیزګارانو سره دخپلو هغه بنده ګانونه چې عمل کوي دالله په اوامرو او ځان ساتي دهغه له نواهیو څخه. ل
كَيْفَ وَإِن يَظْهَرُوا۟ عَلَيْكُمْ لَا يَرْقُبُوا۟ فِيكُمْ إِلًّۭا وَلَا ذِمَّةًۭ ۚ يُرْضُونَكُم بِأَفْوَٰهِهِمْ وَتَأْبَىٰ قُلُوبُهُمْ وَأَكْثَرُهُمْ فَـٰسِقُونَ ﴿٨﴾
څنګه به شی ددوی لپاره لوظ او امن او حال دا چې دوی ستاسو دښمنان دي که غالبه شي درباندې؛ نه دالله لحاظ کوي ستاسو په باره کې او نه دخپلوۍ او نه د لوظ، بلکه دررسوي به تاسو ته بد عذاب، خوشحالوي تاسو تش دژبې په سر په ښایسته خبرو اوزړونه یې دژبو سره موافق ندي، پوره والی نه کوي پخپلو ویناوو او ډیر یې دالله دطاعت نه وتونکي دي دوعدې دماتولو په وجه
ٱشْتَرَوْا۟ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ ثَمَنًۭا قَلِيلًۭا فَصَدُّوا۟ عَن سَبِيلِهِۦٓ ۚ إِنَّهُمْ سَآءَ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿٩﴾
دالله دآیتونو دتابعدارۍ په بدل کې یې اخیستې پیسې سپکې چې په دې باندې خپلو خواهشاتو او شهواتو ته ځان رسوي او یو ددې تابعدارۍ نه په وعده پوره والی دی نو دوی دحق دتابعدارۍ نه ځانونه بند کړي او مخ یې ورڅخه اړولی اوبند کړي یې دي نور خلک دحق نه بیشکه ډیر بد دی عمل ددوي هغه چې دوی یې کوي. ل
لَا يَرْقُبُونَ فِى مُؤْمِنٍ إِلًّۭا وَلَا ذِمَّةًۭ ۚ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُعْتَدُونَ ﴿١٠﴾
دمؤمن اړوند نه له الله څخه ویریږي او نه دخپلولۍ او لوظ لحاظ کوي، دا هر څه دهغې دښمنۍ له امله کوي چې دوی پرې اخته دي، نو دوی دالله له پولو اوښتي دي ځکه ظلم او تیری کول ددوی صفت دی
فَإِن تَابُوا۟ وَأَقَامُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتَوُا۟ ٱلزَّكَوٰةَ فَإِخْوَٰنُكُمْ فِى ٱلدِّينِ ۗ وَنُفَصِّلُ ٱلْـَٔايَـٰتِ لِقَوْمٍۢ يَعْلَمُونَ ﴿١١﴾
که توبه یې وایسته الله ته دخپل کفر نه او -لا اله الا الله محمدرسول الله-یې وویل او لمونځ یې ودراوه او دخپلو مالو نو زکات یې ورکړ په تحقیق سره دوی مسلمانان شول او دوی ستاسو ورونه شول په دین کې، ددوی لپاره هغه څه دي کوم چې ستاسو لپاره دي او په دوی باندې هغه څه دي کوم چې په تاسو دي او روا نه دی ستاسو لپاره جنګ کول ددوی سره، پس اسلام راوړل دوی بچ کړې وینې، مالونه اوعزتونه ددوی او بیانوو او په ډاګه کوو آیتونه دهغه قوم لپاره چې پوهیږي پس دغسې خلک درڅخه فايده اخلي اونوروته ورباندې فایده رسوي
وَإِن نَّكَثُوٓا۟ أَيْمَـٰنَهُم مِّنۢ بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُوا۟ فِى دِينِكُمْ فَقَـٰتِلُوٓا۟ أَئِمَّةَ ٱلْكُفْرِ ۙ إِنَّهُمْ لَآ أَيْمَـٰنَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنتَهُونَ ﴿١٢﴾
هغه مشرکانو چې تاسو ورسره په نه کولو دجنګ معاهده کړې دمعلومې نیټې پورې که معاهده یې ماته کړه او ستاسو ددین کمی او بدي یې ویله نو ورسره وجنګیږئ دا دکفر مشران او سپسالاران دي ددوی وعدې او لوظونه نشته وینې یې توئ کړئ ورسره وجنګیږئ کیدای شي چې دکفر او وعدې ماتولو او دین پسې دبد ویلو څخه منع شي
أَلَا تُقَـٰتِلُونَ قَوْمًۭا نَّكَثُوٓا۟ أَيْمَـٰنَهُمْ وَهَمُّوا۟ بِإِخْرَاجِ ٱلرَّسُولِ وَهُم بَدَءُوكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ ۚ أَتَخْشَوْنَهُمْ ۚ فَٱللَّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَوْهُ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿١٣﴾
إ نكنتم م ؤمنين ولې نه جنګیږئ-ای مومنانو-د هغه قوم سره چې خپل لوظونه یې مات کړي دي او کوشش یې کړی دخلکو دراجمع کولو په کور دجرګه کې لپاره دشړلو درسول الله- صلی الله علیه وسلم- دمکې نه او حال دا دی چې دجنګ لومړی برید هغوی پر تاسې کړی دی هغه مهال کله چې دبکر قبیلې یې مرسته کړې وه چې دا دقریشو مخ ۲ له ۲۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ګوندي ماران وو دخزاعوو په مقابله کې چې دا درسول الله-صلی الله علیه وسله-همتړوني وو آیاتاسو ویریږئ چې دهغو جنګ ته نه وړاندې کیږئ؟ الله سبحانه ډیر حقدار دی چې ورڅخه ويیریږئ که په ریښتیا مؤمنان یاست
قَـٰتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ ٱللَّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍۢ مُّؤْمِنِينَ ﴿١٤﴾
وجنګیږئ - ای مومنانو- له دغو مشرکانو سره بیشکه که تاسو ددوی سره جنګ شروع کړ الله تعالی عذاب ورکوي دوی ته ستاسو په لا سونو په سبب دقتلولو ستاسو دوی لره او الله شرموي هغوی په ماتې خوړلو او بندي کېدلو او ستاسو مرسته کوي تاسو ته پر هغوی په غلبه درکولو او هغه مومنان چې جنګ ته نه وي حاضر شوي د هغوی دسینو ناروغتیا به ښه شي په وژلو، بندي کولو او دښمن ته په ماتې ورکولو سره او دښمن په وړاندې دمؤمنانو په مرسته کولو سره
وَيُذْهِبْ غَيْظَ قُلُوبِهِمْ ۗ وَيَتُوبُ ٱللَّهُ عَلَىٰ مَن يَشَآءُ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿١٥﴾
او الله تعالی به دخپلو مومنو بنده ګانو غصه سړه کړي دهغه مدد په سبب چې حاصل شوی ورته ددښمن به مقابل کې او الله تعالی به توبه قبوله کړي چاته یې چې خوښه شي ددې ضدیانو نه، که توبه یې وایسته لکه څنګه چې وشو دمکې دفتحې په ورځ ځینو ایمان راوړ او الله پوه دی په ریښتونی توبه کوونکي ددوی او حکمت والا دی پخپل مخلوق او تدبیر او قانون کې
أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تُتْرَكُوا۟ وَلَمَّا يَعْلَمِ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ جَـٰهَدُوا۟ مِنكُمْ وَلَمْ يَتَّخِذُوا۟ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلَا رَسُولِهِۦ وَلَا ٱلْمُؤْمِنِينَ وَلِيجَةًۭ ۚ وَٱللَّهُ خَبِيرٌۢ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿١٦﴾
آیاګمان کوئ-ای مومنانو-چې الله تعالی به مو پرته له امتحانولو پریږدي؟ابتلا دالله تعالی دطریقو نه یوه طریقه ده، ژر دی چې په تاسو به ابتلا وکړی شي تر دې چې راښکاره کړي الله هغه په څرګنده راښکاره کولو دمجاهدینو بنده ګانو لپاره دستاسو نه په اخلاص کولو الله ته هغه کسان چې نه یې دی نیولی په غیر دالله نه او په غیر درسول دهغه نه او په غیر دمومنانو نه رازدار له کافرانو څخه چې دوستي دې وکړي دهغوی سره او چاڼ کړی شوي بنده ګان دهغوی نه چې مینه دې وکړي دهغوی سره او الله خبردار دی په هغه څه چې تاسو یې کوئ پټ نه دی په الله هیڅ شی او ژر دی چې سزا به درکړي تاسوته الله ستاسو دعملونو
مَا كَانَ لِلْمُشْرِكِينَ أَن يَعْمُرُوا۟ مَسَـٰجِدَ ٱللَّهِ شَـٰهِدِينَ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِم بِٱلْكُفْرِ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَـٰلُهُمْ وَفِى ٱلنَّارِ هُمْ خَـٰلِدُونَ ﴿١٧﴾
خلدون نه ښایې دمشرکانوسره چې آباد کړي مسجدونه په عبادت او په مختلفو طاعتونو په داسې حال کې چې دوی اقرار کوونکي دي پخپل کفر په دې طریقه چې دوی راښکاره کوونکي دي کفر لره دخپل طرف نه دا هغه خلک دي چې عملونه یې برباد دي په دې وجه چې دعمل دقبلیدو شرط په کې نشته چې هغه ایمان دی او د قیامت په ورځ به خامخا دهمیشه لپاره اور ته داخلیږي مګر که دمرګ نه مخکې یې توبه وایسته
إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَـٰجِدَ ٱللَّهِ مَنْ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ وَأَقَامَ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتَى ٱلزَّكَوٰةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلَّا ٱللَّهَ ۖ فَعَسَىٰٓ أُو۟لَـٰٓئِكَ أَن يَكُونُوا۟ مِنَ ٱلْمُهْتَدِينَ ﴿١٨﴾
بیشکه مستحق دجوماتونو دآبادولو او دهغې په حق صحیح ولاړ هغه څوک دی چې چاپه یو الله ایمان راوړی او دهغه سره یې هیڅوک نه دی شریک کړي او د قیامت په ورځ یې ایمان راوړی اولمونځ یې ودرولی او دخپل مال زکات یې ورکړی اونه دی ویریدلی دهیچا څخه مګر دیو الله نه دا هغه خلک دي طمعه شته درسیدلو ددوی سیده لیارې ته او هر چې مشرکان دي هغوی خورا لیرې دي ددغه لیارې نه
۞ أَجَعَلْتُمْ سِقَايَةَ ٱلْحَآجِّ وَعِمَارَةَ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ كَمَنْ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ وَجَـٰهَدَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ۚ لَا يَسْتَوُۥنَ عِندَ ٱللَّهِ ۗ وَٱللَّهُ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿١٩﴾
ه آیا ګرځوئ تاسو-ای مشرکانو-هغه څوک چې هغه حاجیانو ته اوبه ورکوي او مسجدحرام جوړوي په شان دهغه چا چې ایمان یې راوړی په الله او دهغه سره یې هیڅوک نه دی شریک کړی او ایمان یې راوړی په ورځ دقیامت او جهاد یې کړی پخپل ځان او مال باندې ددې لپاره چې دالله کلمه اوچته شي او دهغه کسانو چې مخ ۳ له ۲۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر کفر یې کړی دهغوي کلمه ښکته شي، آیا تاسو دوی یو شان ګرځوئ په غوره والی کې دالله په نیز؟!دوی هیڅکله برابرنه دي دالله په نیز الله توفیق نه ورکوي ظالمانو مشرکانو ته اګر که بعضې دخیر کارونه هم کوي لکه حاجیانوته اوبه ورکول
ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَهَاجَرُوا۟ وَجَـٰهَدُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ بِأَمْوَٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ أَعْظَمُ دَرَجَةً عِندَ ٱللَّهِ ۚ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْفَآئِزُونَ ﴿٢٠﴾
هغه کسانو چې هغوی حاصل کړی په مینځ دایمان په الله تعالی او په هجرت ددار کفر نه دار اسلام ته او په جهاد دالله په لیارکې په مالونو اوځانونو غټه مرتبه دالله په نیز دنورو خلکو نه او کوم کسان چې موصوف وي په دغه صفاتو همدوي جنتیان دي. يبشرهم رب هم برحمة منهورضون وجنت لهم فيها نعيم م قيم
يُبَشِّرُهُمْ رَبُّهُم بِرَحْمَةٍۢ مِّنْهُ وَرِضْوَٰنٍۢ وَجَنَّـٰتٍۢ لَّهُمْ فِيهَا نَعِيمٌۭ مُّقِيمٌ ﴿٢١﴾
خبرورکوي دوی ته الله چې رب ددوی دی په هغه څه چې خوشحاله به شي دوی په مهربانۍ دهغه او دالله دمهربانۍ دشاملیدلو نه په دوی دا ده چې هیڅکه به په دوی غصه نه شي او په سبب دداخلیدلو جنتونو ته چې وی به ددوی لپاره په هغې کې نعمتونه تلپاتې چې هیڅکله نه قطع کیږي
خَـٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًا ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عِندَهُۥٓ أَجْرٌ عَظِيمٌۭ ﴿٢٢﴾
وخت به تیروي په دغه جنتونو کې وخت چې اخر به نلري دا به بدله وي ددوی لپاره دهغه نیکو عملونو چې کړي یې دي په دنیاکې بیشکه شته دالله سره ثواب لوی دهغه چا لپاره چې دالله په اوامرو یې عمل کړی او دهغه دنواهیو نه یې ځان ساتلی پداسې حال کې چې دالله په طاعت کې یې اخلاص کوونکي وو
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَتَّخِذُوٓا۟ ءَابَآءَكُمْ وَإِخْوَٰنَكُمْ أَوْلِيَآءَ إِنِ ٱسْتَحَبُّوا۟ ٱلْكُفْرَ عَلَى ٱلْإِيمَـٰنِ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّـٰلِمُونَ ﴿٢٣﴾
ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی په الله اوتابعداري مو کړې دهغه څه چې راتګ کړی په هغې دالله رسول مه ګرځوئ خپل پلاران او خپل ورونه نسبي او غیر د دوی نه نور خپل خپلوان خصوصي دوستان چې دوستي کوي دهغوی سره په ښکاره کولو درازونو دمومنانو هغوی ته او مشوري کول دهغوی سره که کفر یې غوره کړی وپه مقابل دایمان کې په یو الله چا چې وګرځول دوستان سره دباقي پاتی کیدلو دهغوی په کفر او ښکاره کوله یې ورته مینه په تحقیق سره دالله نافرمان دی او ظلم یې کړی پخپل ځان په راښکلو دخپل ځان ځایونو دهلاکت ته په سبب دنافرمانۍ
قُلْ إِن كَانَ ءَابَآؤُكُمْ وَأَبْنَآؤُكُمْ وَإِخْوَٰنُكُمْ وَأَزْوَٰجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَٰلٌ ٱقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَـٰرَةٌۭ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَـٰكِنُ تَرْضَوْنَهَآ أَحَبَّ إِلَيْكُم مِّنَ ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَجِهَادٍۢ فِى سَبِيلِهِۦ فَتَرَبَّصُوا۟ حَتَّىٰ يَأْتِىَ ٱللَّهُ بِأَمْرِهِۦ ۗ وَٱللَّهُ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلْفَـٰسِقِينَ ﴿٢٤﴾
ى ه ه ووایه-ای پیغمبره که چیرته وي پلاران ستاسې-ای مومنانو-او بچي ستاسو او ورونه ستاسو اوښځې ستاسو او خپلوان ستاسو او هغه مالونه چې تاسو کسب کړي او هغه تجارتونه ستاسو چې تاسو یې زیاتوالی خوښوئ او دکوټه کیدوڅخه یې ویریږئ او هغه کورونه ستاسو چې پاتې کیدل په کې خوښوئ که چیرته دا ټول شیان ډیر خوښ وي تاسو ته دالله او دهغه درسول څخه او دالله په لیارکې له جهاد څخه نو انتظار کوئ دهغه عبرتناک عذاب چې الله به یې درباندې نازل کړي او الله تعالی توفیق نه ورکوي هغه چاته چې دالله دطاعت څخه وتلي دهغه عمل چې الله ته خوښ وي
لَقَدْ نَصَرَكُمُ ٱللَّهُ فِى مَوَاطِنَ كَثِيرَةٍۢ ۙ وَيَوْمَ حُنَيْنٍ ۙ إِذْ أَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنكُمْ شَيْـًۭٔا وَضَاقَتْ عَلَيْكُمُ ٱلْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ ثُمَّ وَلَّيْتُم مُّدْبِرِينَ ﴿٢٥﴾
پرته له شکه اې مؤمنانو الله مو له مشرکانو څخه ددښمنانو پر خلاف په ډېرو غزاګانو کې مرسته وکړه، سره له دې چې شمېر مو لږ او توښه مو کمزورې وه، کله مو چې پر الله بروسه وکړه او اسباب مو غوره کړل او زياتوالي مو غره نه کړئ، هیڅکله ستاسو ډېروالی دهغوی پر خلاف دبريا لا مل ندی شوی، کله مو چې په حنين کې ډېروالي غره کړئ، ومو ويل نن به هيڅکله له کمښته مات نشو؛ نو هغه ډېروالي مو هيڅ ګټه درته ونه رسوله چې تاسو يې مغرور کړي وئ، دښمن مو درباندې برلاسی شو او ځمکه دخپلې پراخۍ سربېره درباندې تنګه شوه، بيا مو له دښمنه ماتې خوړونکې منډې وهلې. مخ ۴ له ۲۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
ثُمَّ أَنزَلَ ٱللَّهُ سَكِينَتَهُۥ عَلَىٰ رَسُولِهِۦ وَعَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ وَأَنزَلَ جُنُودًۭا لَّمْ تَرَوْهَا وَعَذَّبَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ۚ وَذَٰلِكَ جَزَآءُ ٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿٢٦﴾
بیاورسته دتیښتې ستاسو نه ددښمن څخه الله تعالی پخپل رسول او په مومنانو سکون راولیږه سمدستي کلک شول جنګ ته او ملائک یې راولیږل چئ تاسو نه لیدل او الله عذاب ورکړ کافرانو ته په هغه څه چې ورورسیده مرګ،مالونه یې غنیمت اواینځې اوغلامان ورڅخه جوړشول او دا هغه جزا وه چې ورکړی شوه او دا جزا ده دټولو کافرو او څوک چې نسبت ددرواغو کوي پیغمبر ته او دهغه شریعت څخه مخ اړوي چې پیغمبر راوړی
ثُمَّ يَتُوبُ ٱللَّهُ مِنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ عَلَىٰ مَن يَشَآءُ ۗ وَٱللَّهُ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿٢٧﴾
بیا بیشکه څوک چې توبه وباسي دخپل کفر او ګمراهۍ نه وروسته ددې عذاب نه بیشکه الله تعالی ورباندې رجوع دخپل رحمت له مخې کوي او الله یې توبه قبلوي او الله بخښوونکی دی چې څوک ورته راګرځي دخپلو بنده ګانو نه او همیشه رحم کوونکی دی په بنده ګانوځکه چې توبه یې قبلوي وروسته دکفر او ګناهونو نه
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِنَّمَا ٱلْمُشْرِكُونَ نَجَسٌۭ فَلَا يَقْرَبُوا۟ ٱلْمَسْجِدَ ٱلْحَرَامَ بَعْدَ عَامِهِمْ هَـٰذَا ۚ وَإِنْ خِفْتُمْ عَيْلَةًۭ فَسَوْفَ يُغْنِيكُمُ ٱللَّهُ مِن فَضْلِهِۦٓ إِن شَآءَ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌ حَكِيمٌۭ ﴿٢٨﴾
ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی په الله او دهغه په رسول اوتابعداري مو کړې دهغه دین چې دې رسول راوړی یقینا مشرکان پلیت دي لدې امله چې په دوی کې کفر ظلم بدا خلاقي او ناوړه عادتونه دي، نو مکي حرم ته به دوی نه داخلیږي او ددې په شمول کې به ټول مسجدحرام ته نه داخلیږي اګر که دوی حج او عمرې ته هم راځي(نه به یې پریږدئ) ددې کال نه وروسته چې هغه نهم کال دهجرت دی او که تاسو ویریږئ-ای مومنانو-د فقر نه په دې وجه چې دوی خوراکي مواد او یانور مختلف تجارتونه تاسو ته راجلبوي(هغې ته به صدمه ورسیږي)پس بیشکه ژر دی چې الله به کافي شي تاسو ته دخپل فضل نه که یې وغواړي بیشکه الله همیشه ستاسو په حال پوه دی او دحکمت والا دی په هغه تدبیر کې چې کوي یې ستاسو لپاره
قَـٰتِلُوا۟ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَلَا بِٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ وَلَا يُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥ وَلَا يَدِينُونَ دِينَ ٱلْحَقِّ مِنَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَـٰبَ حَتَّىٰ يُعْطُوا۟ ٱلْجِزْيَةَ عَن يَدٍۢ وَهُمْ صَـٰغِرُونَ ﴿٢٩﴾
ى اې مؤمنانو له هغو کافرانو سره وجنګېږئ چې پر هغه الله دمعبود په توګه ايمان نه لري چې هيڅ شريک نه لري، او نه دقيامت په ورځ ايمان لري او نه له هغه څه ډډه کوي چې الله او دهغه رسول پرې ناروا کړي دي لکه مرداره، دخوګ غوښه، شراب، سود او داسې نور، يهودو او نصاراوو ته چې الله څه روا کړي دي هغو ته غاړه نه ږدي، تردې چې په خپلولا سونو دمغلوبو رسوا شويو په توګه جزيه ورکړي
وَقَالَتِ ٱلْيَهُودُ عُزَيْرٌ ٱبْنُ ٱللَّهِ وَقَالَتِ ٱلنَّصَـٰرَى ٱلْمَسِيحُ ٱبْنُ ٱللَّهِ ۖ ذَٰلِكَ قَوْلُهُم بِأَفْوَٰهِهِمْ ۖ يُضَـٰهِـُٔونَ قَوْلَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِن قَبْلُ ۚ قَـٰتَلَهُمُ ٱللَّهُ ۚ أَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ ﴿٣٠﴾
بیشکه هر یو دیهودو او نصاراو څخه مشرکان دي، یهودو دالله سره شرک کړی وهغه وخت چې دعوه یې کړې وه چې عزیر -علیه السلام- دالله زوی دی او نصاراو شرک کړی وکله یې چې دعوه کړې وه چې مسیح عیسی -علیه السلام- دالله زوی دی دا هغه وینا وه چې دوی له ځانه جوړه کړې وه ددوی دژبې په سر خبره وه هیڅ دلیل ورباندې نه وو (د هغوی پخپل دین کې) دوی په دې وینا کې پخوانیو مشرکینو ته ورته والی لري چې هغوی ویلي و: بیشکه ملائک دالله لورګانې دي، اوچت دی الله ددې نه په بې حده اوچتوالي الله هلاک کړي وو (الله دې هلاک کړي) څرنګه دښکاره حق څخه اړول کېږي باطل ته؟!
ٱتَّخَذُوٓا۟ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَـٰنَهُمْ أَرْبَابًۭا مِّن دُونِ ٱللَّهِ وَٱلْمَسِيحَ ٱبْنَ مَرْيَمَ وَمَآ أُمِرُوٓا۟ إِلَّا لِيَعْبُدُوٓا۟ إِلَـٰهًۭا وَٰحِدًۭا ۖ لَّآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۚ سُبْحَـٰنَهُۥ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿٣١﴾
يهودو او نصاراوو خپل علما له الله پرته داسې پالونکي معبودان وګرځول چې هغوی لره هغه څه روا کوي کوم چې الله پرې ناروا کړي دي او هغه څه پرې ناروا کوي چې الله ورته روا کړي دي، نصاراو مسيح عيسی دمريم زوی له الله سره معبود وګرځاوه، الله ديهودو او نصاراو علماو ته او همدارنګه عزیر او عيسی دمريم زوی ته يوازې دا امر کړی وچې يوازې دالله عبادت وکړي او هيڅوک ورسره شريک نه کړي، همغه پاک ذات يوازې دی، له هغه پرته پر حقه معبود نشته، له هغه څه پاک او مخ ۵ له ۲۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر سپېڅلی دی چې شريک دې ولري، لکه څنګه چې دغه مشرکان او نور وايي
يُرِيدُونَ أَن يُطْفِـُٔوا۟ نُورَ ٱللَّهِ بِأَفْوَٰهِهِمْ وَيَأْبَى ٱللَّهُ إِلَّآ أَن يُتِمَّ نُورَهُۥ وَلَوْ كَرِهَ ٱلْكَـٰفِرُونَ ﴿٣٢﴾
دا کافران او نور چې په هره ډله دکافرانو کې وي اراده لري په دروغو تړلو او دروغجن کولو سره دهغه څه چې محمد صلی الله علیه وسلم راوړي دي ددې لپاره چې اسلام ختم کړي او باطل یې وګرځوي، او دالله تعالی په یو والي او دالله تعالی دپېغمبر په حقانیت دلالت کوونکي ټول هغه ښکاره دلیلونه هم باطل وګرځوي، خو الله تعالی یې منع کوي مګر دا چې الله خپل دین بشپړ کړي او پر نورو باندې یې پورته او غالب کړي، اګر که کافران دالله تعالی ددین بشپړتیا، غلبه او لوړوالی بد ګڼي، پس بیشکه الله تعالی بشپړونکی او لوړوونکی دی ده لره، او کله چې الله تعالی دیو کار اراده وکړي نو بیا دنورو ارادې باطلېږي
هُوَ ٱلَّذِىٓ أَرْسَلَ رَسُولَهُۥ بِٱلْهُدَىٰ وَدِينِ ٱلْحَقِّ لِيُظْهِرَهُۥ عَلَى ٱلدِّينِ كُلِّهِۦ وَلَوْ كَرِهَ ٱلْمُشْرِكُونَ ﴿٣٣﴾
او الله تعالی هغه ذات دی چې خپل پېغمبر یې په هغه قرآن کریم سره رالېږلی چې دټولو خلکو لپاره هدایت دی، او په هغه حق دین یې رالېږلی چې اسلام دی، دې لپاره چې دهغو دلایلو احکامو پر مټ یې په نورو دینونو پورته کړي، اګر که مشرکان دا کار بد ګڼي
۞ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِنَّ كَثِيرًۭا مِّنَ ٱلْأَحْبَارِ وَٱلرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ أَمْوَٰلَ ٱلنَّاسِ بِٱلْبَـٰطِلِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ ۗ وَٱلَّذِينَ يَكْنِزُونَ ٱلذَّهَبَ وَٱلْفِضَّةَ وَلَا يُنفِقُونَهَا فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍۢ ﴿٣٤﴾
ای هغه کسانو چې ایمان یې راوړی دی، او په هغه شریعت یې عمل کړی کوم چې الله تعالی رالېږلی، بیشکه دیهودو او عیسویانو ډېر عالمان دخلکو مالونه په غیر شرعي ډول اخلي، درشوت (بډې) او داسې نورو په بڼه، او خلک دالله په دین کې دداخلېدو څخه منع کوي، او هغه کسان چې را ټولوي سره او سپین زر، او واجب شوی زکات نه پرې کوي، نو -ای پېغمبره- ته ورته دقیامت دورځې دبد او دردونکي عذاب خبر ورکړه
يَوْمَ يُحْمَىٰ عَلَيْهَا فِى نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَىٰ بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ ۖ هَـٰذَا مَا كَنَزْتُمْ لِأَنفُسِكُمْ فَذُوقُوا۟ مَا كُنتُمْ تَكْنِزُونَ ﴿٣٥﴾
كنتم تك نزون دقیامت په ورځ به هغه څه ته اور واچول شي کوم چې دوی را ټول کړي وو، او واجب شوی حق یې ترې نه ورکاوه، پس کله چې سخت ګرم شي نو ددوی په ټنډو، اړخونو او شاګانو به کیښودل شي، او ورته به درټنې په ډول وویل شي: دا ستاسو هغه مالونه دي چې تاسو را ټول کړي وو او دهغې واجب حق مو نه وو ادا کړی، نو اوس دهغه څه چې تاسو راټولول او حق مو نه ادا کاوه بدله وڅکئ، او بده پایله یې ووینئ
إِنَّ عِدَّةَ ٱلشُّهُورِ عِندَ ٱللَّهِ ٱثْنَا عَشَرَ شَهْرًۭا فِى كِتَـٰبِ ٱللَّهِ يَوْمَ خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ مِنْهَآ أَرْبَعَةٌ حُرُمٌۭ ۚ ذَٰلِكَ ٱلدِّينُ ٱلْقَيِّمُ ۚ فَلَا تَظْلِمُوا۟ فِيهِنَّ أَنفُسَكُمْ ۚ وَقَـٰتِلُوا۟ ٱلْمُشْرِكِينَ كَآفَّةًۭ كَمَا يُقَـٰتِلُونَكُمْ كَآفَّةًۭ ۚ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلْمُتَّقِينَ ﴿٣٦﴾
بیشکه دکال دمیاشتو شمېر دالله تعالی دپرېکړې او فیصلې سره سم دولس میاشتې دي، څرنګه چې الله تعالی په لوح محفوظ کې ثبت کړي هغه مهال چې لومړی الله تعالی اسمانونه او زمکه پېدا کړل، له دې دولسو میاشتو څخه څلور میاشتې هغه دي چې وژنه په کې حرامه ده، او هغه دې مسلسلې: (ذو القعدة، او ذو الحجة، او محرم) دي، او یوه ځانته ده چې (رجب) ده. دا یاد شوی شمېر دکال دمیاشتو، او دڅلورو عزتمندې ګرځول، برابر دین دی، نو تاسو په دې بزرګو میاشتو کې په خپلو ځانونو ظلم مه کوئ چې جنګ او وژل په کې وکړئ، او ددې میاشتو بې عزتي وکړئ، او تاسو ټول مشرکانو سره جنګ وکړئ لکه څرنګه چې هغوی ټول تاسي سره جنګ کوي، او پوه شئ چې بېشکه الله تعالی په مرسته او ثابت پاتې کېدو کې دهغو خلکو سره دی چې دهغه دحکم په منلو او دهغه څه څخه چې ترې یې منع کړې ځان ساتي، او چا سره چې الله تعالی مل شو نو هیڅوک پرې نه شي غالب کیدلای. مخ ۶ له ۲۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
إِنَّمَا ٱلنَّسِىٓءُ زِيَادَةٌۭ فِى ٱلْكُفْرِ ۖ يُضَلُّ بِهِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ يُحِلُّونَهُۥ عَامًۭا وَيُحَرِّمُونَهُۥ عَامًۭا لِّيُوَاطِـُٔوا۟ عِدَّةَ مَا حَرَّمَ ٱللَّهُ فَيُحِلُّوا۟ مَا حَرَّمَ ٱللَّهُ ۚ زُيِّنَ لَهُمْ سُوٓءُ أَعْمَـٰلِهِمْ ۗ وَٱللَّهُ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿٣٧﴾
دعزتمندې میاشت پریخودل او دهغې پر ځای یوه بله میاشت ټاکل(چې هغې ته په شریعت کې عزت نه دی ورکړای شوی) -لکه څرنګه چې عربو دجاهلیت په زمانه کې کول- په الله تعالی دکفر کولو دپاسه بل کفر دی، دا چې دحرامو میاشتو په اړه دالله تعالی په حکم کافران شوي، ګمراه کوي په دې کار سره شیطان هغه کسانو لره چې په الله تعالی کافران شوي دي کله یې چې دوی ته دا بد عادت پرېښوده، یو کال حرامه میاشت حلالوي او دهغې پر ځای حلاله میاشت حراموي، او همدا راز په خپل حرمت باندې یې یو کال پرېږدي دې لپاره چې دهغه میاشتو شمېر سره سم شي کومې چې الله تعالی حرامې کړې دي اګر که دهغو میاشتو سره بعینه مخالف هم شي، پس نه حلالوی یوه میاشت مګر دهغې پر ځای بله میاشت حراموي، نو په دې ډول هغه څه ځان ته حلالوي کومې میاشتې چې الله تعالی حرامې کړې دي، او مخالفت کوي دالله تعالی دحکم، شیطان ورته دا بد عملونه ښایسته کړي دي نو دوی یې کوي، او دهغو کارونو څخه چې دوی نوي پېدا کړي دي نسیء (وروسته والی دمیاشتو) هم دی، او الله تعالی هغو کافرانو ته چې په خپل کفر ټینګار کوي -د هدایت- توفیق نه ورکوي
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ ٱنفِرُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ٱثَّاقَلْتُمْ إِلَى ٱلْأَرْضِ ۚ أَرَضِيتُم بِٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا مِنَ ٱلْـَٔاخِرَةِ ۚ فَمَا مَتَـٰعُ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ ﴿٣٨﴾
ای هغه کسانو چې ایمان یې راوړی دی په الله او دهغه په پېغمبر او دهغه په شریعت مو عمل کړی، ولې کله چې تاسو ته دالله په لا ر کې دجهاد کولو او دښمن د وژلو بلنه درکول شوه نو سستي مو وکړه، او خپلو کورونو کې ناستې ته مو میلان وکړ؟ آیا تاسو ددنیا دژوند په زایله کېدونکې او لرې کېدونکې خوندونو راضي شوئ د آخرت دهمیشني نعمتونو په بدل کې کوم چې الله تعالی په خپله لا ره کې مجاهدینو ته چمتو کړي دي؟! پس نه ده ګټه ددنیا دژوند دآخرت په مقابل کې مګر ډېر خسیسه او سپکه، نو څرنګه یو هوښیار کس دباقي په بدل کې فاني دنیا غوره کوي، او سپک شی دلوی شي په بدل کې غوره کوي؟!
إِلَّا تَنفِرُوا۟ يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًۭا وَيَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيْـًۭٔا ۗ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌ ﴿٣٩﴾
که چېرې تاسو دالله په لا ر کې جهاد او ددښمنانو سره جنګ ته ونه وځئ -ای مومنانو- نو الله تعالی به درته دذلت سزا درکړي، او ستاسو پر ځای به داسې یو قوم راولي چې دالله اطاعت به کوي، کله چې ورڅخه وغوښتل شي چې دجهاد لپاره وځئ نو دوی وځي، او تاسو دده دامر په نه منلو کې ده ته هېڅ زیان نشئ رسولی، ځکه چې هغه تاسو څخه بې پروا دی، او تاسو ده ته محتاج یاست، او الله تعالی په هر څه توان لرونکی دی، هېڅ شی یې نشي نا توانه کولی، هماغه دخپل دین او پېغمبر سره په مرسته کولو کې له تاسو پرته توانمند دی
إِلَّا تَنصُرُوهُ فَقَدْ نَصَرَهُ ٱللَّهُ إِذْ أَخْرَجَهُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ثَانِىَ ٱثْنَيْنِ إِذْ هُمَا فِى ٱلْغَارِ إِذْ يَقُولُ لِصَـٰحِبِهِۦ لَا تَحْزَنْ إِنَّ ٱللَّهَ مَعَنَا ۖ فَأَنزَلَ ٱللَّهُ سَكِينَتَهُۥ عَلَيْهِ وَأَيَّدَهُۥ بِجُنُودٍۢ لَّمْ تَرَوْهَا وَجَعَلَ كَلِمَةَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ٱلسُّفْلَىٰ ۗ وَكَلِمَةُ ٱللَّهِ هِىَ ٱلْعُلْيَا ۗ وَٱللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿٤٠﴾
ه ه ى که چېرې تاسو -ای مومنانو- دالله دپېغمبر مرسته ونکړه، او دالله په لا ر کې دجهاد کولو په اړه مو دهغه بلنه ونه منله، نو په تحقیق سره الله ورسره مرسته کړې ده په هغه وخت کې چې تاسو ورسره نه واست، کله چې مشرکانو دې او ابو بکر رضي الله عنه راوویست، درېمګړی یې نه درلود کله چې دوی دواړه دثور په غار کې له کافرانو څخه پټ شوي وو، او هغوی ددې دواړو پلټنه کوله، کله چې پېغمبر علیه السلام خپل ملګري ابو بکر ته وویل په داسې حال کې چې هغه پر ده وېرېده چې مشرکان یې ونه نیسي: مه خفه کېږه بېشکه الله تعالی دهمغږۍ او مرستې له اړخه له مونږ سره دی، نو الله تعالی دخپل پېغمبر پر زړه ډاډینه (اطمینان) را کوز کړ، او د ملائکو داسې لښکر یې را ولېږه چې تاسو نشو لیدلای او دهغه مرسته یې کوله، او دکافرانو وینا یې ښکته کړله، او دالله تعالی وینا (کلمه) لوړه شوه کله چې اسلام لوړ شو، او الله تعالی په خپل ذات، غلبه او پاچاهۍ کې غالبه دی، هیڅوک پرې غالبه کېدلای نه شي، په خپل تدبیر او تقدیر او شریعت کې دحکمت خاوند دی
ٱنفِرُوا۟ خِفَافًۭا وَثِقَالًۭا وَجَـٰهِدُوا۟ بِأَمْوَٰلِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌۭ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿٤١﴾
ای مومنانو! تاسو دالله په لا ر کې جهاد کولو لپاره لاړ شئ، دسختۍ او اسانتیا پر مهال، دځوانۍ او بوډاوالي پر مهال، او په خپلو مالونو او نفسونو باندې جهاد وکړئ، ځکه چې دا جهاد کول په مالونو او ځانونو باندې زیات ګټور دی ددنیا په ژوند کې او هم په آخرت کې دکیناستلو څخه، او دمالونو او ځانونو پورې زړه تړلو څخه، که چېرې تاسو په دې پوهېږئ نو په جهاد حرص وکړئ. مخ ۷ له ۲۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
لَوْ كَانَ عَرَضًۭا قَرِيبًۭا وَسَفَرًۭا قَاصِدًۭا لَّٱتَّبَعُوكَ وَلَـٰكِنۢ بَعُدَتْ عَلَيْهِمُ ٱلشُّقَّةُ ۚ وَسَيَحْلِفُونَ بِٱللَّهِ لَوِ ٱسْتَطَعْنَا لَخَرَجْنَا مَعَكُمْ يُهْلِكُونَ أَنفُسَهُمْ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّهُمْ لَكَـٰذِبُونَ ﴿٤٢﴾
که چېرې هغه منافقان چې تاسو څخه دجهاد دنه تللو اجازه اخلي تاسو راوبلئ آسانه غنیمت او بې مشقته سفر ته نو خامخا به دوی ستا پېروي وکړي -ای پېغمبره- لیکن پر دوی باندې هغه مسافه ډېره لرې شوې ده دکومې پرې کولو ته چې تا را بللي وو چې دښمن خوا ته وه نو دوی شاته شول، او زر دی چې په الله تعالی به دوی قسمونه خوري او تاته به وایي: که چېرې مونږ تاسو سره جهاد ته دوتلو وس درلودلای نو هرومرو به وتلی وای، دوی خپل ځانونه دالله تعالی عذاب ته په وړاندې کیدلو هلاکوي دا چې دوی شاته پاتې کېږي، او ددروغو قسمونه خوري، او الله تعالی ډېر ښه پوهېږي چې دوی په خپله دعوه او پدې قسمونو کې دروغجن دي
عَفَا ٱللَّهُ عَنكَ لِمَ أَذِنتَ لَهُمْ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَكَ ٱلَّذِينَ صَدَقُوا۟ وَتَعْلَمَ ٱلْكَـٰذِبِينَ ﴿٤٣﴾
الله تعالی تا ته بخښنه وکړه -ای پېغمبره- دهغه اجتهاد په اړه چې کومه اجازه دې ورکړې وه دوی ته دشاته پاتې کېدو، نو ولې دې دوی ته اجازه ورکړه؟ چې تا ته ریښتیني عذر لرونکي او دروغجن ښکاره شوی وی، نو ریښتینو ته به دې اجازه ورکړې وه او دورغجنو ته به دې نه ورکوله
لَا يَسْتَـْٔذِنُكَ ٱلَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ أَن يُجَـٰهِدُوا۟ بِأَمْوَٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌۢ بِٱلْمُتَّقِينَ ﴿٤٤﴾
په الله تعالی او دقیامت په ورځ باندې ریښتینې ایمان لرونکو مومنانو دشان سره نه ښایي چې تا څخه اجازه وغواړي -ای پېغمبره- ددې خبرې چې دالله تعالی په لا ر کې په مال او ځانونو باندې دجهاد کولو څخه شاته شي، بلکه دوی سره ښایي چې جهاد ته ووځي کله چې ترې غوښتنه دوتلو وشي، او په مالونو او ځانونو باندې جهاد وکړي، او الله تعالی پوه دی په هغو پرهېزګارانو بندګانو باندې چې له تا څخه اجازه نه غواړي مګر دداسې عذر له چې دوی له وتلو څخه منع کوي
إِنَّمَا يَسْتَـْٔذِنُكَ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ وَٱرْتَابَتْ قُلُوبُهُمْ فَهُمْ فِى رَيْبِهِمْ يَتَرَدَّدُونَ ﴿٤٥﴾
ای پېغمبره- بېشکه هغه کسان چې له تا څخه دالله په لا ر کې دجهاد کولو څخه دشاته پاتې کیدلو اجازه غواړي همدوی منافقان دي چې په الله تعالی او دقیامت په ورځ باور نه لري، او ددوی په زړونو کې دالله تعالی ددین په اړه شک دی، نو دوی په خپل شک کې ګډوډ او حیران دي، چې حق خوا ته لا ر نه مومي
۞ وَلَوْ أَرَادُوا۟ ٱلْخُرُوجَ لَأَعَدُّوا۟ لَهُۥ عُدَّةًۭ وَلَـٰكِن كَرِهَ ٱللَّهُ ٱنۢبِعَاثَهُمْ فَثَبَّطَهُمْ وَقِيلَ ٱقْعُدُوا۟ مَعَ ٱلْقَـٰعِدِينَ ﴿٤٦﴾
که چېرې دوی په خپله دعوه کې ريښتونې وی چې دوی له تا سره دالله تعالی په لا ر کې جهاد ته وځي، نو دوی به هرومرو ځانونه چمتو کړی وو، او سامانونه به یې برابر کړی وی، لیکن ددوی وتل له تا سره دالله تعالی بد راغله، نو پر دوی وتل دروند تمام شول، تر دې چې په کور کښیناستل يې غوره کړل
لَوْ خَرَجُوا۟ فِيكُم مَّا زَادُوكُمْ إِلَّا خَبَالًۭا وَلَأَوْضَعُوا۟ خِلَـٰلَكُمْ يَبْغُونَكُمُ ٱلْفِتْنَةَ وَفِيكُمْ سَمَّـٰعُونَ لَهُمْ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌۢ بِٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٤٧﴾
بهتره دا ده چې دا منافقان له تاسو سره ونه وځي، ځکه که دوی له تاسو سره ووځي نو ورانکاري به در زیاته کړي ستاسو په ناکامولو او ستاسو زړونو کې دشبهو اچولو باندې، او ستاسو په لیکو کې به دچغل خورۍ هڅې کول ستاسې دبیلتون او تفرقې اچولو په موخه، او -ای مومنانو- ستاسو په منځ کې داسې کسان شته چې ددوی دروغو ته غوږ نیسي، او بیا یې مني او خپروي یې، نو ستاسو تر منځ ترې اختلاف پېدا کېږي، او الله تعالی دمنافقانو دا ظالمان ښه پېژني کوم چې دمومنانو په منځ کې دسیسې او شکونه اچوي
لَقَدِ ٱبْتَغَوُا۟ ٱلْفِتْنَةَ مِن قَبْلُ وَقَلَّبُوا۟ لَكَ ٱلْأُمُورَ حَتَّىٰ جَآءَ ٱلْحَقُّ وَظَهَرَ أَمْرُ ٱللَّهِ وَهُمْ كَـٰرِهُونَ ﴿٤٨﴾
دا منافقان ډېر حرص کوي چې دمومنانو وینا سره بیله کړي او ورانکاری وکړي، او ددوی کارونه سره وپاشي دتبوک دغزا څخه مخکې، او کارونه یې درته ډول ډول وویشل او وایې ړول په ګڼو تدبیرونو او حیلو سره -ای پېغمبره- ښایي چې ددوی حېلې او چلونه دجهاد په اړه ستا په هوډ اغېز وکړي، تر دې چې دالله مرسته او تایید تا سره مل شو، او الله تعالی خپل دین ته غلبه ورکړه، او دښمنان یې مغلوبه شول، په داسې حال کې چې دوی بد ګڼل؛ ځکه چې دوی خوښولو چې باطل به په حق بر لا سی شي. مخ ۸ له ۲۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَمِنْهُم مَّن يَقُولُ ٱئْذَن لِّى وَلَا تَفْتِنِّىٓ ۚ أَلَا فِى ٱلْفِتْنَةِ سَقَطُوا۟ ۗ وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌۢ بِٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿٤٩﴾
او دمنافقانو څخه ځینې هغه دي چې مختلف عذرونه وړاندې کوي، چې وایي: -ای دالله پېغمبره- ما ته اجازه راکړه چې له جهاد څخه شاته پاتې شم، او ما له ځان سره وتلو ته مه اړ کوه، داسې نه چې ددښمن -رومیانو- دښځو دفتنو له امله په ګناه کې اخته نه شم کله یې چې ووینم، خبر دار چې دوی له دې څخه په لوی شي کې اخته شوي دي، چې هغه فتنه دمنافقت ده، او دشاته پاتې کېدلو ده، بېشکه جهنم دقیامت په ورځ دمنافقانو راګېروونکی دی، له دوی څخه ترې هېڅوک هم نه شي پاتې کېدی، او له دې څخه دتېښتې ځای هم نه شي موندلی
إِن تُصِبْكَ حَسَنَةٌۭ تَسُؤْهُمْ ۖ وَإِن تُصِبْكَ مُصِيبَةٌۭ يَقُولُوا۟ قَدْ أَخَذْنَآ أَمْرَنَا مِن قَبْلُ وَيَتَوَلَّوا۟ وَّهُمْ فَرِحُونَ ﴿٥٠﴾
ای پېغمبره- که چېرې تاته دالله لخوا دمرستې او غنیمت په ډول یو نعمت در ورسي نو دوی یې ډېر بد ګڼې، او پرې خفه کېږي، او که چېرې تا ته دغمېزې په ډول سختي درورسي او یا درباندې دښمن برلاسی شي نو دا منافقان داسې وایي: مونږ دخپلو ځانونو پاملرنه وکړه، او له هوښیارۍ مو کار واخیسته چې جنګ ته لاړ نشو څرنګه چې مومنان لاړل، نو دوی دوژنو او بندي کېدلو سره مخ شول، نو بیا دا منافقان خپلو کورونو ته په خوشالۍ او سلامتیا ستنېږي
قُل لَّن يُصِيبَنَآ إِلَّا مَا كَتَبَ ٱللَّهُ لَنَا هُوَ مَوْلَىٰنَا ۚ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ ٱلْمُؤْمِنُونَ ﴿٥١﴾
ته ووایه -ای پېغمبره- دې منافقینو ته: مونږ ته نه رسي مګر هغه څه چې الله تعالی مونږ ته لیکلي وي، هماغه الله زمونږ بادار او دورتګ ځای دی چې ورته ورځو، او مونږ پر هماغه باندې په خپلو چارو کې بروسه لرو، او یوازې هماغه ته مومنان خپل کارونه سپاري، هماغه ددوی بس دی، او ښه کار جوړنکی دی
قُلْ هَلْ تَرَبَّصُونَ بِنَآ إِلَّآ إِحْدَى ٱلْحُسْنَيَيْنِ ۖ وَنَحْنُ نَتَرَبَّصُ بِكُمْ أَن يُصِيبَكُمُ ٱللَّهُ بِعَذَابٍۢ مِّنْ عِندِهِۦٓ أَوْ بِأَيْدِينَا ۖ فَتَرَبَّصُوٓا۟ إِنَّا مَعَكُم مُّتَرَبِّصُونَ ﴿٥٢﴾
ته دوی ته ووایه -ای پېغمبره-: آیا تاسو ددې انتظار کوئ چې مونږ ته بریا یا شهادت په برخه شي؟! او مونږ ددې انتظار کوو چې الله تعالی پر تاسو باندې له خپل خوا څخه عذاب را نازل کړي او هلاک مو کړي او یا دا چې زمونږ پر لا سونو عذاب درکړي چې مونږ مو ووژنو او بندیان مو کړو، که چېرته مونږ ته ستاسو دوژلو اجازه راکړي، نو تاسو زمونږ دبرخلیک انتظار کوئ مونږ ستاسو دبرخلیک انتظار کوو
قُلْ أَنفِقُوا۟ طَوْعًا أَوْ كَرْهًۭا لَّن يُتَقَبَّلَ مِنكُمْ ۖ إِنَّكُمْ كُنتُمْ قَوْمًۭا فَـٰسِقِينَ ﴿٥٣﴾
ته دوی ته ووایه -ای پېغمبره-: څومره مال چې مصرفوئ که مو په خوښه وي او که په زوره خو مصرف یې کړئ، هېڅکله به در څخه قبول نه کړل شي هغه څه چې تاسو مصرف کړي ستاسو دکفر او دالله دطاعت څخه دوتلو له امله
وَمَا مَنَعَهُمْ أَن تُقْبَلَ مِنْهُمْ نَفَقَـٰتُهُمْ إِلَّآ أَنَّهُمْ كَفَرُوا۟ بِٱللَّهِ وَبِرَسُولِهِۦ وَلَا يَأْتُونَ ٱلصَّلَوٰةَ إِلَّا وَهُمْ كُسَالَىٰ وَلَا يُنفِقُونَ إِلَّا وَهُمْ كَـٰرِهُونَ ﴿٥٤﴾
ينفقون إلا وهم كرهون او نه دي منع کړي دوی دنفقو دقبلېدو څخه مګر درې کارونو: په الله تعالی او دهغه په پېغمبر باندې کفر کول، او په لمانځه کې سستي کول، او دا چې دوی خپل مالونه په خوښۍ سره نه مصرفوي بلکه دزړه په زور یې مصرفوي؛ ځکه چې دوی نه په لمانځه باندې دثواب هیله لري او نه په مال مصرفولو
فَلَا تُعْجِبْكَ أَمْوَٰلُهُمْ وَلَآ أَوْلَـٰدُهُمْ ۚ إِنَّمَا يُرِيدُ ٱللَّهُ لِيُعَذِّبَهُم بِهَا فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنفُسُهُمْ وَهُمْ كَـٰفِرُونَ ﴿٥٥﴾
تا دې په تعجب کې نه اچوي -ای پېغمبره- دمنافقانو مالونه او اولادونه، او مه یې ډېر ښه بوله، ځکه چې ددوی دمالونو او اولادونو برخلیک ډېر بد دی، او الله تعالی به ترې دوی لپاره عذاب جوړ کړي په خوارۍ او ستړیا سره چې تر لا سه کوي یې، او په سبب دهغه څه چې نازلېږي کوم مصیبتونه پر دوی باندې، تر دې چې الله تعالی به ددوی روحونه دکفر په حالت کې وباسي، او په تل به ددوزخ په ښکته طبقه کې عذاب ورکول کېږي. مخ ۹ له ۲۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَيَحْلِفُونَ بِٱللَّهِ إِنَّهُمْ لَمِنكُمْ وَمَا هُم مِّنكُمْ وَلَـٰكِنَّهُمْ قَوْمٌۭ يَفْرَقُونَ ﴿٥٦﴾
او منافقان تاسو ته قسمونه خوري -ای مومنانو- په دروغو سره: چې له تاسو څخه دي، او دوی په داخل (باطن) کې له تاسو څخه نه دي، اګر که دوی له تاسو څخه ځانونه ښکاره کوي، بلکه دوی داسې یو قوم دی چې وېرېږي چې داسې څه پرې نازل نه شي کوم چې په مشرکانو نازل شوي چې وژل او غلامان ګرځول دي، نو دوی دوېرې له امله اسلام ښکاره کوي. لو يجدون ملجٔا أو مغرت أو مد خلا لولوا إليه وهم يجمحون
لَوْ يَجِدُونَ مَلْجَـًٔا أَوْ مَغَـٰرَٰتٍ أَوْ مُدَّخَلًۭا لَّوَلَّوْا۟ إِلَيْهِ وَهُمْ يَجْمَحُونَ ﴿٥٧﴾
که چېرې دا منافقان دپناه ځای پېدا کړي چې ځانونه پکې وساتي، او یا په غرونو کې څمڅې بیامومي چې په کې پټ شي، او یا داسې سوړې پېدا کړي چې پکې ننوځي نو هرومرو به دې ځایونو ته پناه یوسي، او په ډېره بېړه به ورننوځي
وَمِنْهُم مَّن يَلْمِزُكَ فِى ٱلصَّدَقَـٰتِ فَإِنْ أُعْطُوا۟ مِنْهَا رَضُوا۟ وَإِن لَّمْ يُعْطَوْا۟ مِنْهَآ إِذَا هُمْ يَسْخَطُونَ ﴿٥٨﴾
له منافقانو څخه ځینې هغه دي چې تا تورنوي -ای پېغمبره- دصدقو په ویشلو کې، کله چې دوی ته هغه څه ونه رسي کوم چې دوی غواړي، نو که چېرې ته ورته هغه څه ورکړې چې دوی یې غواړي نو خوشاله شي، او که هغه څه ورنکړې چې دوی یې غواړي نو نا خوښي څرګندوي
وَلَوْ أَنَّهُمْ رَضُوا۟ مَآ ءَاتَىٰهُمُ ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥ وَقَالُوا۟ حَسْبُنَا ٱللَّهُ سَيُؤْتِينَا ٱللَّهُ مِن فَضْلِهِۦ وَرَسُولُهُۥٓ إِنَّآ إِلَى ٱللَّهِ رَٰغِبُونَ ﴿٥٩﴾
او که چېرې دا منافقان چې تا دصدقو په ویش باندې تورنوي په هغه څه راضي شي کوم چې الله تعالی دوی ته لا زمي کړي دي او کوم چې دوی ته پېغمبر علیه السلام ورکړي دي، او داسي ووایي: الله تعالی زمونږ بس دی، زر دی چې الله تعالی به مونږ ته له خپل فضل څخه څه یې چې خوښه وي راکړي، او زر دی چې د هغه پېغمبر به هم مونږ ته دهغه څه څخه راکړي کوم چې ده ته الله تعالی ورکړي دي، مونږ یوازې الله تعالی ته رغبت کوونکي یو چې له خپل فضل څخه مونږ ته څه راکړي، نو که چېرې دوی دا کار کړی وی نو دا به ورته له دې ډېر غوره وی چې تا تورن کړي
۞ إِنَّمَا ٱلصَّدَقَـٰتُ لِلْفُقَرَآءِ وَٱلْمَسَـٰكِينِ وَٱلْعَـٰمِلِينَ عَلَيْهَا وَٱلْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِى ٱلرِّقَابِ وَٱلْغَـٰرِمِينَ وَفِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱبْنِ ٱلسَّبِيلِ ۖ فَرِيضَةًۭ مِّنَ ٱللَّهِ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌۭ ﴿٦٠﴾
ه بېشکه واجب زکات اړینه ده چې په فقیرانو مصرف شي، هغه حاجتمند چې مال ورسره وي دکسب او وظیفې څخه، خو هغه ددوی نه بس کېږي، او نه ددوی په حال کې څخه بدلون راولي، او هغه مسکینان چې نږدې وی چې هېڅ ونلري، او ددوی حال او خبرې له خلکو څخه پټې نه وي، او هغه کارمندان چې امام (حاکم) دزکات راټولولو لپاره ګومارلي وي، او هغه کافران چې په دې (زکات) ورکولو سره اسلام سره مینه پېدا کړي او مسلمانان شي، او یا کمزوري ایمان والاو ته چې ایمان یې پرې قوي شي، او یا هغه چاته چې له شر څخه یې په امن شي، او همدا راز غلامانو ته ورکول کېږي چې آزاد شي، او پوروړو ته چې داسراف او ګناه له امله نه وي پوروړي شوي، که چېرې دپور پرې کولو وس ونلري، او (زکات) مصرفیږي دالله تعالی په لا ر کې دمجاهدینو چمتو والي لپاره، او هغه مسافرو لپاره چې خرچه (مصرف) ورسره خلاصه (ختمه) شوې وي، په دوي باندې دزکات مال یوازې دزکات مال مصرفول دالله تعالی لخوا فرض شوي دي، او الله تعالی د بندګانو په مصلحتونو ډېر ښه پوه دی، په خپل تدبیر او شریعت کې دحکمت څښتن دي
وَمِنْهُمُ ٱلَّذِينَ يُؤْذُونَ ٱلنَّبِىَّ وَيَقُولُونَ هُوَ أُذُنٌۭ ۚ قُلْ أُذُنُ خَيْرٍۢ لَّكُمْ يُؤْمِنُ بِٱللَّهِ وَيُؤْمِنُ لِلْمُؤْمِنِينَ وَرَحْمَةٌۭ لِّلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مِنكُمْ ۚ وَٱلَّذِينَ يُؤْذُونَ رَسُولَ ٱللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ ﴿٦١﴾
او ځېنې منافقان دالله تعالی پېغمبر په خبرو سره ځوروي، او کله چې دهغه صبر او حوصله وویني نو وایی: دا خو دهر چا خبره اوري او باور پرې کوي، او دحق او باطل تر منځ توپير نه کوي، ته ورته ووایه -ای پېغمبره- بېشکه پېغمبر له خیر پرته بل څه نه اوري، په الله تعالی باور لري، او په هغه څه باور لري چې ریښتیني مومنان ورته خبر ورکوي، او په همدوی لورینه کوي، ځکه دده بعثت پر هغه چا لورینه ده چې ایمان یې پرې راوړی دی، او هغه کسان چې پېغمبر علیه السلام ځوروي په هر ډول ځورونې سره نو دوی لپاره دردناک عذاب دی. مخ ۱۰ له ۲۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
يَحْلِفُونَ بِٱللَّهِ لَكُمْ لِيُرْضُوكُمْ وَٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥٓ أَحَقُّ أَن يُرْضُوهُ إِن كَانُوا۟ مُؤْمِنِينَ ﴿٦٢﴾
منافقان تاسو ته په الله تعالی قسمونه خوري -ای مومنانو- دا چې دوی داسې څه ندي ویلي چې پېغمبر علیه السلام پرې وځوروي، دې لپاره چې تاسو پرې خوشاله کړي، خو الله تعالی او دهغه پېغمبر علیه السلام ډېر غوره دي چې دوی يې په ایمان او نیک عمل سره خوشاله کړي که چېرې دوی ریښتیني مومنان وي
أَلَمْ يَعْلَمُوٓا۟ أَنَّهُۥ مَن يُحَادِدِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ فَأَنَّ لَهُۥ نَارَ جَهَنَّمَ خَـٰلِدًۭا فِيهَا ۚ ذَٰلِكَ ٱلْخِزْىُ ٱلْعَظِيمُ ﴿٦٣﴾
آیا دا منافقان په دې نه دې پوه چې دوی په دې کار سره دالله تعالی او دهغه دپېغمبر سره دښمني کوي، او څوک چې ددې دواړو سره دښمني کوي نو دقیامت په ورځ به دجهنم اور ته ننوځي او تل به هلته پاتې وي؟! همدا لوی سپکاوی او ستر ذلت دی
يَحْذَرُ ٱلْمُنَـٰفِقُونَ أَن تُنَزَّلَ عَلَيْهِمْ سُورَةٌۭ تُنَبِّئُهُم بِمَا فِى قُلُوبِهِمْ ۚ قُلِ ٱسْتَهْزِءُوٓا۟ إِنَّ ٱللَّهَ مُخْرِجٌۭ مَّا تَحْذَرُونَ ﴿٦٤﴾
منافقان له دې وېره لري چې الله پر خپل استازي کوم داسې سورت را نازل نه کړي چې پر هغه کفر يې خبر کړي کوم چې هغوی یې په زړونو کې پټوي، اې رسوله ووايه! اې منافقانو خپلو ملنډو او په دين کې عيب ويلو ته ادامه ورکړئ، الله دسورت په را نازلولو او يا دخپل استازي په خبرولو سره دهغه څه را اېستونکی دی چې تاسو يې پټوئ
وَلَئِن سَأَلْتَهُمْ لَيَقُولُنَّ إِنَّمَا كُنَّا نَخُوضُ وَنَلْعَبُ ۚ قُلْ أَبِٱللَّهِ وَءَايَـٰتِهِۦ وَرَسُولِهِۦ كُنتُمْ تَسْتَهْزِءُونَ ﴿٦٥﴾
او که چېرې ته پوښتنه وکړې -ای پېغمبره- له دې منافقانو څخه دنیوکو او مومنانو ته دښکنځلو کولو چې دوی کړې پس له دې چې تا الله تعالی خبر کړي نو دوی به وایي: مونږ په داسې خبرو کې بوخت وو چې ټوکې مو کولې، او مونږ ريښتوني نه وو، ته ورته ووایه -ای پېغمبره-: آیا په الله تعالی او دهغه پر آیاتونو او پېغمبر پورې تاسو ټوکې کولې؟!
لَا تَعْتَذِرُوا۟ قَدْ كَفَرْتُم بَعْدَ إِيمَـٰنِكُمْ ۚ إِن نَّعْفُ عَن طَآئِفَةٍۢ مِّنكُمْ نُعَذِّبْ طَآئِفَةًۢ بِأَنَّهُمْ كَانُوا۟ مُجْرِمِينَ ﴿٦٦﴾
تاسو دا دروغ عذرونه مه وړاندې کوئ، ځکه تاسو کفر ښکاره کړی دی، چې ټوکې مو کړې دي پس له دې چې تاسو به پټولې، نو که چېرې ستاسو له یوې ډلې مونږ تېر شو چې منافقت یې پرېښې او ترېنه یې توبه ویستلې او الله تعالی ته یې اخلاص کړی، نو بله ډله به په عذاب اخته کوو چې په منافقت کې پاتې شوي او توبه یې ترینه نده کړې
ٱلْمُنَـٰفِقُونَ وَٱلْمُنَـٰفِقَـٰتُ بَعْضُهُم مِّنۢ بَعْضٍۢ ۚ يَأْمُرُونَ بِٱلْمُنكَرِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ ٱلْمَعْرُوفِ وَيَقْبِضُونَ أَيْدِيَهُمْ ۚ نَسُوا۟ ٱللَّهَ فَنَسِيَهُمْ ۗ إِنَّ ٱلْمُنَـٰفِقِينَ هُمُ ٱلْفَـٰسِقُونَ ﴿٦٧﴾
منافقان سړي او ښځې دمنافقت په حالاتو کې سره یو شان دي، او دوی دمومنانو سره په مقابل کې دي، ځکه چې دوی په بدۍ سره امر کوي، او له نیکیو خلک منع کوي، او په خپلو مالونو بخل (شومتیا) کوي او دالله تعالی په لا ر کې یې نه مصرفوي، دالله تعالی اطاعت یې پرېښی دی، نو الله تعالی هم له خپل توفیق (توانمندۍ) څخه پرېښودل، بېشکه همدا منافقان دالله تعالی داطاعت او حقې لا رې څخه ګناه او دګمراهۍ لا رې خوا ته وتلي دي
وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلْمُنَـٰفِقِينَ وَٱلْمُنَـٰفِقَـٰتِ وَٱلْكُفَّارَ نَارَ جَهَنَّمَ خَـٰلِدِينَ فِيهَا ۚ هِىَ حَسْبُهُمْ ۚ وَلَعَنَهُمُ ٱللَّهُ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌۭ مُّقِيمٌۭ ﴿٦٨﴾
الله تعالی دمنافقانو او کافرانو سره که چېرې توبه ونه باسي ددې ژمنه کړې ده چې دوی به ددوزخ اور کې ننباسي، چې تل به هملته وي، همدا عذاب ورته بس دی، او الله تعالی له خپلې لورینې څخه شړلي دي، او دوی لپاره دائمي او روان عذاب دی. مخ ۱۱ له ۲۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
كَٱلَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ كَانُوٓا۟ أَشَدَّ مِنكُمْ قُوَّةًۭ وَأَكْثَرَ أَمْوَٰلًۭا وَأَوْلَـٰدًۭا فَٱسْتَمْتَعُوا۟ بِخَلَـٰقِهِمْ فَٱسْتَمْتَعْتُم بِخَلَـٰقِكُمْ كَمَا ٱسْتَمْتَعَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِكُم بِخَلَـٰقِهِمْ وَخُضْتُمْ كَٱلَّذِى خَاضُوٓا۟ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَـٰلُهُمْ فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةِ ۖ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْخَـٰسِرُونَ ﴿٦٩﴾
تاسو -ای دمنافقانو ډلې- په کفر او ټوکو کې دمخکینیو دروغجنو امتونو په څېر یاست، هغوی له تاسو څخه زیات توان شتمنۍ او اولاد لرونکي وو، نو له خپلې لیکل شوې برخې چې ددنیا خوندونه او شهوتونه دي ګټه واخیسته، او تاسو هم -ای منافقانو- له خپلې ټاکلې شوې برخې څخه دمخکینو دروغجنو امتونو په څېر ګټه واخیسته، او دحق په دروغجن کولو او پېغمبر علیه السلام تورنولو کې دهغوی په څېر ور ننوتلۍ لکه څرنګه چې هغوی په دروغو او پېغمبرانو تورنولو کې ننوتي وو، همدا دبدو صفاتو خاوندان هغه خلک دي چې کړنې یې بربادې دي دالله تعالی په نزد دکفر له کبله، او همدوی زیانمن دي چې خپل ځانونه یې زیانمن کړي او هلاکت ته یې وړاندې کړې دي
أَلَمْ يَأْتِهِمْ نَبَأُ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ قَوْمِ نُوحٍۢ وَعَادٍۢ وَثَمُودَ وَقَوْمِ إِبْرَٰهِيمَ وَأَصْحَـٰبِ مَدْيَنَ وَٱلْمُؤْتَفِكَـٰتِ ۚ أَتَتْهُمْ رُسُلُهُم بِٱلْبَيِّنَـٰتِ ۖ فَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَـٰكِن كَانُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿٧٠﴾
آیا دې منافقانو ته دهغو دروغجنو قومونو دکړنو خبر ندی راغلی، او دهغه څه چې دوی ته یې سزا ورکړل شوې وه: چې دنوح هود صالح او ابراهیم علیهم السلام قومونه وو، او دمدین خلک وو، او دلوط علیه السلام دقوم کلي وو؛ دوی ته پېغمبران په ښکاره دلیلونو او څرګندو حجتونو سره راغلي وو، پس نه والله تعالی چې په دوی باندې ظلم وکړي، لیکن دوی پر خپلو ځانونو باندې په الله تعالی باندې په کفر او دپېغمبرانو په دروغجنولو ظلم کړی و
وَٱلْمُؤْمِنُونَ وَٱلْمُؤْمِنَـٰتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍۢ ۚ يَأْمُرُونَ بِٱلْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ ٱلْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤْتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَيُطِيعُونَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥٓ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ ٱللَّهُ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌۭ ﴿٧١﴾
او مومنان سړي او مومنانې ښځې ځینې دځینو نورو مددګار او مرستندوی دي؛ ځکه چې ایمان سره یو ځای کړي دي، دوی په نیکیو امر کوي، او په هر هغه څه هم امر کوي چې الله تعالی ته خوښ وي لکه طاعت، توحید او لمونځ، او له بدیو څخه خلک منع کوي؛ او بدي هر هغه څه ته وایي چې دالله تعالی بد راځي چې ګناه ده لکه کفر او سود خوړل، او لمونځ په مکمل ډول ادا کوي، او دالله تعالی طاعت کوي، او دهغه دپېغمبر طاعت کوي؛ دهمدې ښایسته صفتونو لرونکي به زر الله تعالی په خپل رحمت کې داخل کړي، بېشکه الله تعالی زورور دی، هېڅ څوک یې نشي مغلوبه کولی، او په خپل پېدایښت، تدبیر او شریعت کې دحکمت څښتن دی
وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُؤْمِنَـٰتِ جَنَّـٰتٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ خَـٰلِدِينَ فِيهَا وَمَسَـٰكِنَ طَيِّبَةًۭ فِى جَنَّـٰتِ عَدْنٍۢ ۚ وَرِضْوَٰنٌۭ مِّنَ ٱللَّهِ أَكْبَرُ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ ﴿٧٢﴾
الله تعالی دمومنانو سړو او ښځو سره ژمنه کړې چې دوی به دقیامت په ورځ جنتونو ته داخل کړي چې لا ندې دقصرونو دهغې څخه ویالې بهېږي چې دوی به پکې تل پاتې اوسېږي، نه هلته مړه کېږي او نه یې نعمتونه پرې کېږي، او الله تعالی ورسره ژمنه کړې چې ښایسته کورونو ته یې داخل کړي چې داوسېدو ځایونه وي، او د رضا مندۍ ژمنه یې ورسره کړې چې الله تعالې یې پرې نازلوي چې تر ټولو ستر نعمت دی، دا یاده شوې بدله ستره بریا ده چې ددې په څېر بله بدله نشته
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ جَـٰهِدِ ٱلْكُفَّارَ وَٱلْمُنَـٰفِقِينَ وَٱغْلُظْ عَلَيْهِمْ ۚ وَمَأْوَىٰهُمْ جَهَنَّمُ ۖ وَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ ﴿٧٣﴾
ای پېغمبره! دکافرانو سره په توره جنګ وکړه، او دمنافقانو سره په ژبه او دلیل ویلو سره جهاد وکړه، او دواړو ډلو سره سختي کوه؛ ځکه دوی ددې وړ دي، او ددوی ځای دقیامت په ورځ جهنم دی، او ډېر بد ځای دورتللو دی. مخ ۱۲ له ۲۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
يَحْلِفُونَ بِٱللَّهِ مَا قَالُوا۟ وَلَقَدْ قَالُوا۟ كَلِمَةَ ٱلْكُفْرِ وَكَفَرُوا۟ بَعْدَ إِسْلَـٰمِهِمْ وَهَمُّوا۟ بِمَا لَمْ يَنَالُوا۟ ۚ وَمَا نَقَمُوٓا۟ إِلَّآ أَنْ أَغْنَىٰهُمُ ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥ مِن فَضْلِهِۦ ۚ فَإِن يَتُوبُوا۟ يَكُ خَيْرًۭا لَّهُمْ ۖ وَإِن يَتَوَلَّوْا۟ يُعَذِّبْهُمُ ٱللَّهُ عَذَابًا أَلِيمًۭا فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةِ ۚ وَمَا لَهُمْ فِى ٱلْأَرْضِ مِن وَلِىٍّۢ وَلَا نَصِيرٍۢ ﴿٧٤﴾
منافقان په دروغو سره په الله تعالی قسمونه خوري: مونږ هغه څه نه دي ویلي کوم چې تا ته رسېدلي دي تا ته دښکنځلو کولو او ستا ددین دعیب ویلو په اړه، او خامخا په تحقیق سره دوی هغه څه چې تا ته رسېدلي ویلي یې دي چې ددوی دکفر لا مل ګرځي، او کفر یې دایمان دښکاره کولو وروسته ښکاره کړی دی، او د هغه څه هڅه یې کړې چې ددوی وس پرې بر نه شو، چې دپېغمبر صلی الله علیه وسلم دوژلو هڅه کول وو، او دهېڅ شي انکار یې نه کولو مګر دیو شي چې باید انکار یې ونشي هغه چې الله تعالی دوی په هغه څه مالداره کړل چې الله تعالی خپل پېغمبر ته دغنیمت په ډول پېرزو کړي وو، پس که دوی له خپل منافقت څخه الله تعالی ته توبه وباسي نو دوی لپاره به ډېره ښه وي له دې چې په منافقت کې پاتې شي، او که چېرې یې الله تعالی ته له توبې ویستلو څخه مخ وګرځولو نو په دنیا کې به دوژل کېدلو او بندي کېدلو دردناک عذاب ورکړي، او په آخرت کې به په اور دسوځولو دردناک عذاب ورکړي، او ددوی به هېڅ دوست نه وي چې له عذاب څخه یې وژغوري، او نه مددګار چې عذاب ترې لرې کړي
۞ وَمِنْهُم مَّنْ عَـٰهَدَ ٱللَّهَ لَئِنْ ءَاتَىٰنَا مِن فَضْلِهِۦ لَنَصَّدَّقَنَّ وَلَنَكُونَنَّ مِنَ ٱلصَّـٰلِحِينَ ﴿٧٥﴾
او ځینې منافقان هغه دي چې دالله تعالی سره یې داسې ژمنه کړې ده: که چېرې مونږ ته الله تعالی دخپل فضل څخه څه راکړل نو مونږ به په اړ خلکو باندې صدقه وکړو، او مونږ به خامخا له هغو نیکانو څخه شو چې کړنې یې سمې وي
فَلَمَّآ ءَاتَىٰهُم مِّن فَضْلِهِۦ بَخِلُوا۟ بِهِۦ وَتَوَلَّوا۟ وَّهُم مُّعْرِضُونَ ﴿٧٦﴾
نو کله چې الله تعالی له خپل فضل (مال) څخه دوی ته ورکړ نو په هغو ژمنو یې وفا ونکړه کومې چې دوی دالله تعالی سره کړې وې، بلکه مالونه یې له ځانونو سره بند کړل، او هېڅ یې صدقه نکړل، او دایمان څخه پر شا وګرځېدل
فَأَعْقَبَهُمْ نِفَاقًۭا فِى قُلُوبِهِمْ إِلَىٰ يَوْمِ يَلْقَوْنَهُۥ بِمَآ أَخْلَفُوا۟ ٱللَّهَ مَا وَعَدُوهُ وَبِمَا كَانُوا۟ يَكْذِبُونَ ﴿٧٧﴾
نو ددوی سزا دا وګرځېده چې منافقت ددوی په زړونو کې دقیامت تر ورځې پورې کلک پاتې شو، ځکه چې دوی دالله تعالی ژمنه ماته کړه او دروغ یې وویل
أَلَمْ يَعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ سِرَّهُمْ وَنَجْوَىٰهُمْ وَأَنَّ ٱللَّهَ عَلَّـٰمُ ٱلْغُيُوبِ ﴿٧٨﴾
آیا دا منافقان نه پوهېږي چې الله تعالی په هغه چلونو او دوکو چې دوی يې په خپلو غونډو کې پټ کوي ښه پوه دی؟ او دا چې الله تعالی په ټولو پټو ډېر ښه پوه دی؟ پس ددوی داعمالو څخه هېڅ هم له الله پټ نه دي، او زر ده چې دوی ته به ددې بدله ورکړي
ٱلَّذِينَ يَلْمِزُونَ ٱلْمُطَّوِّعِينَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ فِى ٱلصَّدَقَـٰتِ وَٱلَّذِينَ لَا يَجِدُونَ إِلَّا جُهْدَهُمْ فَيَسْخَرُونَ مِنْهُمْ ۙ سَخِرَ ٱللَّهُ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿٧٩﴾
منهم ولهم عذاب أليم هغه کسان چې عیب وایي دخیرات کوونکو مومنانو کوم چې لږ شیان خیرات کوي، او هغه کسان چې نه مومي مګر لږ شیان چې ددوی وس وي، نو دوی ورپورې ټوکې کوي او وایي: دا خیرات یې څه ګټه لري؟ الله تعالی دوی پورې ټوکې کوي ددوی دټوکو په بدل کې چې مومنانو پورې یې کوي، او دوی لپاره دردناک عذاب دی. مخ ۱۳ له ۲۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
ٱسْتَغْفِرْ لَهُمْ أَوْ لَا تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ إِن تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ سَبْعِينَ مَرَّةًۭ فَلَن يَغْفِرَ ٱللَّهُ لَهُمْ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَفَرُوا۟ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ ۗ وَٱللَّهُ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلْفَـٰسِقِينَ ﴿٨٠﴾
ای پېغمبره! دوی ته بخښنه وغواړه، او یا یې مه غواړه، نو که چېرې ته دوی ته اویا ځلې هم بخښنه وغواړې نو ددومره زیاتوالي سره هم دوی دالله تعالی بخښنه نشي تر لا سه کولای؛ ځکه چې دوی په الله او دهغه په پېغمبر کافران شوي دي، او الله تعالی هغو کسانو ته دحق توفیق او وس نه ورکوي چې دده دشریعت څخه په قصدي ډول وتلي وي
فَرِحَ ٱلْمُخَلَّفُونَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلَـٰفَ رَسُولِ ٱللَّهِ وَكَرِهُوٓا۟ أَن يُجَـٰهِدُوا۟ بِأَمْوَٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَقَالُوا۟ لَا تَنفِرُوا۟ فِى ٱلْحَرِّ ۗ قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ أَشَدُّ حَرًّۭا ۚ لَّوْ كَانُوا۟ يَفْقَهُونَ ﴿٨١﴾
دتبوک دغزا څخه پاتې شوي منافقان په دې خوشاله شول چې دالله په لا ر کې دجهاد څخه کیناستل او دپېغمبر علیه السلام مخالفت یې وکړ، او بد یې وګڼل چې دالله په لا ر کې په مال او نفس باندې داسې جهاد وکړي لکه مومنان یې چې کوي، او خپلو منافقانو ورونو ته یې پداسې حال کې وویل چې دهغوی بندوونکي وو -له جنګ څخه-: تاسو په ګرمۍ کې مه ځئ؛ ځکه چې دتبوک غزا دګرمۍ په موسم کې وه، ته ورته ووایه -ای پېغمبره- دجهنم اور چې دمنافقانو انتظار کوي له دې ګرمۍ چې دوی ترې تښتي ډېر سخت دی که چېرې پوهېږي
فَلْيَضْحَكُوا۟ قَلِيلًۭا وَلْيَبْكُوا۟ كَثِيرًۭا جَزَآءًۢ بِمَا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ ﴿٨٢﴾
دا منافقان چې دجهاد څخه پاتې شوي دي ودې خاندي لږ ددنیا په فاني ژوند کې، او ډېر دې وژاړي دآخرت په پاتې ژوند؛ دا دهغه کار بدله ده چې کوم کفر ګناهونه او تېروتنې دوی په دنیا کې کول
فَإِن رَّجَعَكَ ٱللَّهُ إِلَىٰ طَآئِفَةٍۢ مِّنْهُمْ فَٱسْتَـْٔذَنُوكَ لِلْخُرُوجِ فَقُل لَّن تَخْرُجُوا۟ مَعِىَ أَبَدًۭا وَلَن تُقَـٰتِلُوا۟ مَعِىَ عَدُوًّا ۖ إِنَّكُمْ رَضِيتُم بِٱلْقُعُودِ أَوَّلَ مَرَّةٍۢ فَٱقْعُدُوا۟ مَعَ ٱلْخَـٰلِفِينَ ﴿٨٣﴾
ای پېغمبره! که چېرې ته الله تعالی دمنافقانو یوې ډلې ته چې په منافقت کلک دي راوګرځولی، او له تا څخه یې بلې غزا ته له تا سره دوتلو اجازه وغوښتله، نو ته ورته ووایه چې -ای منافقانو- هېڅکله هم له ما سره دالله تعالی په لا ر کې دجهاد لپاره مه وځئ، دا سزا ده تاسو لپاره، او لدې کبله چې ستاسو په شتون کې له ډېرو تاوانونو او فساد څخه ځانونه وژغورو، پس تاسو دتبوک په غزا کې په پاتې کېدو او ناستو خوښ واست، نو اوس هم تاسو دپاتې شوو کسانو لکه ناروغان، ښځو او کوچنیانو سره پاتې شئ
وَلَا تُصَلِّ عَلَىٰٓ أَحَدٍۢ مِّنْهُم مَّاتَ أَبَدًۭا وَلَا تَقُمْ عَلَىٰ قَبْرِهِۦٓ ۖ إِنَّهُمْ كَفَرُوا۟ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَمَاتُوا۟ وَهُمْ فَـٰسِقُونَ ﴿٨٤﴾
ای پېغمبره! پر هېڅ منافق مړي باندې د(جنازې) لمونځ هېڅکله هم مه کوه، او مه ددوی په قبر باندې دبخښنې ددعا لپاره ودرېږه، ځکه چې دوی په الله تعالی او د هغه پر پېغمبر کافران شوي دي، او په داسې حال کې مړه شوي چې دوی دالله تعالی داطاعت څخه سرغړونه کړې وه، او دچا چې داسې حال وي نو نه پرې (جنازه) کېږي او نه ورته دعا غوښتل کېږي
وَلَا تُعْجِبْكَ أَمْوَٰلُهُمْ وَأَوْلَـٰدُهُمْ ۚ إِنَّمَا يُرِيدُ ٱللَّهُ أَن يُعَذِّبَهُم بِهَا فِى ٱلدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنفُسُهُمْ وَهُمْ كَـٰفِرُونَ ﴿٨٥﴾
ای پېغمبره! ددې منافقانو شتمنۍ او اولادونه دې تا په تعجب کې نه اچوي، بېشکه الله تعالی دوی ته ددنیا په ژوند کې دعذاب ورکولو اراده لري، په داسې ډول چې دوی ددنیا ټولې ستونزې ګالي، او په دنیا کې هر ډول غمیزه ورته رسي، او دا چې ددوی روحونه دکفر په حال کې ددوی دجسدونو څخه وځي. مخ ۱۴ له ۲۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَإِذَآ أُنزِلَتْ سُورَةٌ أَنْ ءَامِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَجَـٰهِدُوا۟ مَعَ رَسُولِهِ ٱسْتَـْٔذَنَكَ أُو۟لُوا۟ ٱلطَّوْلِ مِنْهُمْ وَقَالُوا۟ ذَرْنَا نَكُن مَّعَ ٱلْقَـٰعِدِينَ ﴿٨٦﴾
او کله چې الله تعالی په خپل پېغمبر داسې یو سورت نازل کړي چې پر الله تعالی دایمان راوړلو او دهغه په لا ره کې دجهاد کولو امر په کې شوی وي نو ددوی څخه هغه کسان چې شتمن وي او وس لري له تا څخه دپاتې کېدو اجازه غواړي، او وایي: مونږ پرېږده چې دعذر خاوندانو لکه کمزورو او دائمي ناروغانو سره پاتې شو
رَضُوا۟ بِأَن يَكُونُوا۟ مَعَ ٱلْخَوَالِفِ وَطُبِعَ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَفْقَهُونَ ﴿٨٧﴾
دا منافقان هغه مهال دخپلو ځانونو په ذلت او سپکاوي راضي شول کله چې دوی دعذر خاوندانو سره په پاتې کېدو راضي شوي وو، او الله تعالی ددوی په زړونو باندې ددوی دکفر او نفاق په سبب مهر ولګاوه، نو دوی په هغه څه نه پوهېږي چې ددوی ګټه او مصلحت په کې وي
لَـٰكِنِ ٱلرَّسُولُ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَهُۥ جَـٰهَدُوا۟ بِأَمْوَٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ ۚ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمُ ٱلْخَيْرَٰتُ ۖ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ ﴿٨٨﴾
هر چې پېغمبر او دده سره مومنان دي نو هغوی دالله تعالی په لا ر کې دجهاد څخه ددوی په څېر ندي پاتې شوي، او بېشکه دوی دالله په لا ر کې په شتمنیو او ځانونو باندې جهاد کړی دی، او ددوی بدله دالله تعالی سره ددنیایي ګټو ترلاسه کول وو لکه بریا او غنیمتونه، او دآخرت ګټې، چې جنت ته ننوتل دي، او د غوښتل شوې بریا ترلاسه کول او دوېرې او ډار څخه ژغورنه ده
أَعَدَّ ٱللَّهُ لَهُمْ جَنَّـٰتٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ خَـٰلِدِينَ فِيهَا ۚ ذَٰلِكَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ ﴿٨٩﴾
الله تعالی دوی لپاره داسې جنتونه چې دهغې دماڼیولا ندې ویالې بهېږي چمتو کړي دي چې دوی به هېڅ نه فنا کېږي، دا بدله ستره بریا ده چې بله هېڅ بریا ورته نه رسېږي
وَجَآءَ ٱلْمُعَذِّرُونَ مِنَ ٱلْأَعْرَابِ لِيُؤْذَنَ لَهُمْ وَقَعَدَ ٱلَّذِينَ كَذَبُوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ ۚ سَيُصِيبُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ ﴿٩٠﴾
عذاب أليم او یوه ډله دمدینې او ګرد چاپېره دبانډچیانو څخه دالله پېغمبر ته په عذرونو باندې راغله؛ دې لپاره چې دالله په لا ر کې جهاد ته دنه تللو لپاره اجازه واخلي، او یوه بله ډله داسې وه چې بیخي عذر ته هم را نغلل؛ ځکه چې دوی پر پېغمبر علیه السلام باور نه درلوده او دالله تعالی په ژمنو یې ایمان نه درلوده، زر دی چې دوی ته به ددوی دکفر له کبله دردناک عذاب ورسي
لَّيْسَ عَلَى ٱلضُّعَفَآءِ وَلَا عَلَى ٱلْمَرْضَىٰ وَلَا عَلَى ٱلَّذِينَ لَا يَجِدُونَ مَا يُنفِقُونَ حَرَجٌ إِذَا نَصَحُوا۟ لِلَّهِ وَرَسُولِهِۦ ۚ مَا عَلَى ٱلْمُحْسِنِينَ مِن سَبِيلٍۢ ۚ وَٱللَّهُ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿٩١﴾
ى په ښځینه او کوچنیانو او ناروغانو او کمزورو او ړندو او هغه بیچاره ګانو باندې چې دومره مال ونلري چې دې لپاره یې مصرف کړي چې جهاد ته چمتوالی وښایي، په دوی ټولو باندې ګناه نشته چې دجهاد څخه پاتې شي؛ ځکه دوی عذرونه لري، کله چې دوی الله او دهغه پېغمبر ته اخلاص مند وي او دهغه په شریعت عمل وکړي، دداسې عذرونو لرونکي چې نیکو کار وي هېڅ لا ر ددوی دعذاب لپاره نشته، او الله تعالی دنیک عملو خلکو دګناهونو بخښونکی دی، او پر دوی مهربانه دی
وَلَا عَلَى ٱلَّذِينَ إِذَا مَآ أَتَوْكَ لِتَحْمِلَهُمْ قُلْتَ لَآ أَجِدُ مَآ أَحْمِلُكُمْ عَلَيْهِ تَوَلَّوا۟ وَّأَعْيُنُهُمْ تَفِيضُ مِنَ ٱلدَّمْعِ حَزَنًا أَلَّا يَجِدُوا۟ مَا يُنفِقُونَ ﴿٩٢﴾
يجدوا ما ينفقون او همدا راز په هغو پاتې شوو هم ګناه نشته کوم چې تا ته راغلل -ای پېغمبره- او غوښتنه یې کوله چې دوی په سورلۍ سواره کړې نو تا ورته وویل: زه داسې څاروي نه مومم چې تاسو پرې سواره کړم؛ دوی له تا څخه په داسې حال بېرته وګرځېدل چې ددوی له سترګو څخه دغم اوښکې بهېدلې دا چې دوی داسې څه نه له ځانو سره مخ ۱۵ له ۲۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر موندل او نه له تا سره چې دوی یې مصرف کړي
۞ إِنَّمَا ٱلسَّبِيلُ عَلَى ٱلَّذِينَ يَسْتَـْٔذِنُونَكَ وَهُمْ أَغْنِيَآءُ ۚ رَضُوا۟ بِأَن يَكُونُوا۟ مَعَ ٱلْخَوَالِفِ وَطَبَعَ ٱللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٩٣﴾
لا يعلمون کله يې چې دا بيان کړه چې پر عذر لرونکو دسزا کومه لا ره نشته، هغه کسان يې ياد کړل چې دسزا او نيولو وړ دي؛ نو ويې ويل: دسزا او نيولولا ر پر دغو کسانو ده چې له تا څخه ای رسوله! له جهاد څخه دپاتې کېدو اجازه غواړي، حال دا چې هغوی توان لرونکي دي دهغه څه په شتون چې چمتووالی پرې ونيسي، دځانو لپاره يې رسوايي او سپکاوی خوښ کړي دي، چې په کور کې له پاتې شويو مېرمنو سره پاتې شي، الله يې پر زړونو مهر لګولی چې له نصيحته نه اغېزمن کيږي، هغوی د دغه مهر له امله په هغه څه نه پوهيږي چې په څه کې يې ګټه ده؛ ترڅو يې غوره کړي او په څه کې يې تاوان دی څو ترې ډډه وکړي
يَعْتَذِرُونَ إِلَيْكُمْ إِذَا رَجَعْتُمْ إِلَيْهِمْ ۚ قُل لَّا تَعْتَذِرُوا۟ لَن نُّؤْمِنَ لَكُمْ قَدْ نَبَّأَنَا ٱللَّهُ مِنْ أَخْبَارِكُمْ ۚ وَسَيَرَى ٱللَّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُۥ ثُمَّ تُرَدُّونَ إِلَىٰ عَـٰلِمِ ٱلْغَيْبِ وَٱلشَّهَـٰدَةِ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿٩٤﴾
له جهاده پاتې کېدونکي منافقان مسلمانانو ته دهغوی له جهاده دبېرته راتلو پر مهال کمزوري عذرونه وړاندې کوي، الله خپل نبي او مؤمنانو ته پر هغوی درد توجيه ورښايي: ددرواغو عذرونه مه کوئ، موږ هيڅکله په هغه څه کې تاسو رېښتيني نه ګڼو چې پرې خبر مو کړو، بېشکه الله ستاسو له زړونو په لږ څه موږ خبر کړو، ژر به الله او دهغه رسول وګوري: چې آيا تاسو توبه وباسئ چې الله مو توبه قبوله کړي او يا خپل نفاق ته مو دوام ورکوئ؟ بيا هغه الله ته ورځئ چې پر هر څه پوهيږي؛ نو پر هغه څه به مو خبر کړي چې کول مو او پر هغه به سزا درکړي؛ نو دتوبې اېستلو او ښه کار لوري ته بيړه وکړئ
سَيَحْلِفُونَ بِٱللَّهِ لَكُمْ إِذَا ٱنقَلَبْتُمْ إِلَيْهِمْ لِتُعْرِضُوا۟ عَنْهُمْ ۖ فَأَعْرِضُوا۟ عَنْهُمْ ۖ إِنَّهُمْ رِجْسٌۭ ۖ وَمَأْوَىٰهُمْ جَهَنَّمُ جَزَآءًۢ بِمَا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ ﴿٩٥﴾
كانوا يك سبون دغه وروسته پاتې کېدونکي به دخپلو باطلو عذرونو دتاکيد لپاره پر الله لوړې کوي کله چې تاسو راوګرځئ ای مؤمنانو! تر څو دهغوی له ملامتولو او هغوی ته دپېغور ورکولو څخه لا س په سر شئ، هغوی دغوسه کوونکي دپرېښودو غوندې پرېږدئ او ترې لرې شئ، بېشکه هغوی پليتۍ دي باطني چټلتياوې دي، دورتلو ځای يې دوزخ دی، دهغوی دکړي نفاق او ګناهونو بدله ده
يَحْلِفُونَ لَكُمْ لِتَرْضَوْا۟ عَنْهُمْ ۖ فَإِن تَرْضَوْا۟ عَنْهُمْ فَإِنَّ ٱللَّهَ لَا يَرْضَىٰ عَنِ ٱلْقَوْمِ ٱلْفَـٰسِقِينَ ﴿٩٦﴾
دغه وروسته پاتې کېدونکي به تاسو ته ای مؤمنانو! لوړې کوي، ترڅو تاسو ترې راضي شئ او دهغوی عذرونه ومنئ؛ نو له هغوی مه راضي کېږئ، که چېرې تاسو له هغوی راضي شوئ؛ نو دخپل پالونکي مخالفت مو وکړ، ځکه هغه له داسې قوم څخه نه راضي کيږي چې په کفر او نفاق دهغه له پيروۍ وتونکی وي، نو وډار شئ ای مسلمانانو! دهغه چا څخه په راضي کېدو چې الله ترې نه راضي کيږي
ٱلْأَعْرَابُ أَشَدُّ كُفْرًۭا وَنِفَاقًۭا وَأَجْدَرُ أَلَّا يَعْلَمُوا۟ حُدُودَ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ عَلَىٰ رَسُولِهِۦ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌۭ ﴿٩٧﴾
دصحرا خلک که کفر وکړي يا نفاق وکړي، دهغوی کفر دښار دخلکو تر کفر سخت وي، نفاق يې ددغو خلکو تر نفاق سخت وي، هغوی زيات وړ دي ددې چې پر دين پوهه ونلري او زيات نږدې دي چې پر فرائضو، سنتو، او دهغو احکامو پر ضوابطو پوه نه وي چې الله يې پر خپل رسول نازل کړي دي، ځکه په هغوی کې جفا(په ژوند کې سختي) ټينګوالی او داختلاط کموالی دی، الله دهغوی پر حال ښه پوه دی له هغوی هيڅ ترې پټ نه دي، په خپل تدبير او شريعت کې دحکمت څښتن دی
وَمِنَ ٱلْأَعْرَابِ مَن يَتَّخِذُ مَا يُنفِقُ مَغْرَمًۭا وَيَتَرَبَّصُ بِكُمُ ٱلدَّوَآئِرَ ۚ عَلَيْهِمْ دَآئِرَةُ ٱلسَّوْءِ ۗ وَٱللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌۭ ﴿٩٨﴾
او له صحرا مېشتو منافقانو ځينې باور لري چې کوم مال دالله په لا ر کې لګوي، هغه زيان او تاوان دی، ځکه هغوی ګومان کوي چې که يې ولګوي بدله يې نه ورکول کيږي او که يې وګرځوي الله سزا نه ورکوي، خو له دې سره يې کله ناکله دځان ښوونې او ځان ساتنې په موخه لګوي، او اې مؤمنانو هغوی دد دې په انتظار دي چې کوم شر درباندې را نازل شي، نو درڅخه خلاص شي، هغوی چې دکومې بدې پايلې شر او زمانې ګرځېدو هيله لري چې پر مؤمنانو دې راشي، هغه پر همدوی مخ ۱۶ له ۲۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر راتلونکي دي، نه پر مؤمنانو، الله دهغه څه اورېدونکی دی چې هغوی يې وايي، پر هغه څه پوه دی چې هغوی يې پټوي
وَمِنَ ٱلْأَعْرَابِ مَن يُؤْمِنُ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ وَيَتَّخِذُ مَا يُنفِقُ قُرُبَـٰتٍ عِندَ ٱللَّهِ وَصَلَوَٰتِ ٱلرَّسُولِ ۚ أَلَآ إِنَّهَا قُرْبَةٌۭ لَّهُمْ ۚ سَيُدْخِلُهُمُ ٱللَّهُ فِى رَحْمَتِهِۦٓ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿٩٩﴾
دصحرا له اوسېدونکو ځينې پر الله ايمان لري او دقيامت پر ورځ ايمان لري، هغه څه چې دالله په لا ر کې يې لګوي ښېګڼې ګرځوي الله ته پرې نېږدې کيږي درسول صلی لله عليه وسلم ددعا او دځان لپاره دهغه دبښنې غوښتولو وسيله يې ګرځوي، خبر اوسئ دالله په لا ر کې دهغه لګښت او درسول دعا دالله په وړاندې دهغه لپاره ښېګڼې دي چې له الله سره به يې بدله ومومي دالله لخوا په خپله هغه پراخه لورېينه کې په ننه اېستلو سره چې بښنې او جنت ته يې شامله ده، بېشکه الله دهغه چا بښونکی دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي او پر هغوی مهربانه دی
وَٱلسَّـٰبِقُونَ ٱلْأَوَّلُونَ مِنَ ٱلْمُهَـٰجِرِينَ وَٱلْأَنصَارِ وَٱلَّذِينَ ٱتَّبَعُوهُم بِإِحْسَـٰنٍۢ رَّضِىَ ٱللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا۟ عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّـٰتٍۢ تَجْرِى تَحْتَهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ خَـٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًۭا ۚ ذَٰلِكَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ ﴿١٠٠﴾
له مهاجرينو هغه کسان چې لومړی يې ايمان ته بيړه کړې ده، له خپلو کليو او وطنونو يې الله ته هجرت کړی دی، له انصارو هغه کسان چې دالله دپېغمبر صلی الله عليه وسلم مرسته يې کړې ده او هغه کسان چې په ايمان کې يې دلومړنيو مهاجرينو او انصارو په عقیده ویناوو او کړنو کې پيروي په ښه توګه کړې ده، الله له هغوی څخه راضي دی؛ نو دهغوی پيروي يې قبوله کړې ده او هغوی له الله څخه راضي دي چې لويه بدله يې ورکړې ده او دهغوی لپاره يې داسې جنتونه چمتو کړي چې تر ماڼیولا ندې يې نهرونه بهيږي، تل به پکې اوسېدونکي وي، دغه بدله لويه بريا ده
وَمِمَّنْ حَوْلَكُم مِّنَ ٱلْأَعْرَابِ مُنَـٰفِقُونَ ۖ وَمِنْ أَهْلِ ٱلْمَدِينَةِ ۖ مَرَدُوا۟ عَلَى ٱلنِّفَاقِ لَا تَعْلَمُهُمْ ۖ نَحْنُ نَعْلَمُهُمْ ۚ سَنُعَذِّبُهُم مَّرَّتَيْنِ ثُمَّ يُرَدُّونَ إِلَىٰ عَذَابٍ عَظِيمٍۢ ﴿١٠١﴾
سنعذبهم مر تين ثم يرد ون إ لى عذاب عظيم او دصحرا له اوسېدونکو منافقانو چې ښار ته نېږدې دي او له ښاري منافقانو ځينې پر نفاق ولاړ دي او ثابت پرې پاتې شوي دي، ته پر هغوی نه پوهېږې ای پېغمبره! الله داسې ذات دی چې پر هغوی پوهيږي، زر به دوه ځلې سزا ورکړي: يو ځل په دنيا کې دهغوی دنفاق په ښکاره کولو، دهغوی په وژلو او بندي کولو سره، بل ځل په آخرت کې دقبر په عذاب سره، بيا به ورګرځول کیږي دقیامت په ورځ لوی عذاب ته چې داور تر ټولولا ندې برخه کې دی
وَءَاخَرُونَ ٱعْتَرَفُوا۟ بِذُنُوبِهِمْ خَلَطُوا۟ عَمَلًۭا صَـٰلِحًۭا وَءَاخَرَ سَيِّئًا عَسَى ٱللَّهُ أَن يَتُوبَ عَلَيْهِمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌ ﴿١٠٢﴾
له ښاري خلکو بل قوم داسې دی چې پرته له عذره له غزا پاتې شول، پر خپلو ځانو يې اقرار وکړ چې هغوی لره کوم عذر نه و، ددرواغو عذرونه يې را نه وړل، خپل پخواني نېک اعمال چې دالله پيروي کول، پر حکمونو يې ټينګ درېدل او دهغه په لا ر کې جهاد کول دي له ناروا کار سره ګډوډ کړل، له الله څخه هيله لري چې توبه يې قبوله کړي او ترې تېر شي، بېشکه الله دهغه چا بښونکی دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي او پر هغوی مهربانه دی
خُذْ مِنْ أَمْوَٰلِهِمْ صَدَقَةًۭ تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِم بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ ۖ إِنَّ صَلَوٰتَكَ سَكَنٌۭ لَّهُمْ ۗ وَٱللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿١٠٣﴾
ای رسوله! دهغوی له مالونو زکات واخله، چې دسرغړونو او ګناهونو له پليتۍ يې پاک کړې او نيکۍ يې ورزياتې کړي، له هغوی څخه يې تر اخېستو وروسته دعا ورته وکړه، بېشکه ستا دعا دهغوی لپاره لورېينه او ډاډ دی، الله ستا ددعا اورېدونکی دی، دهغوی پر کړنو او نيتونو ښه پوه دی
أَلَمْ يَعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ هُوَ يَقْبَلُ ٱلتَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِۦ وَيَأْخُذُ ٱلصَّدَقَـٰتِ وَأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ ﴿١٠٤﴾
له جهاده پاتې کېدونکي او الله ته توبه اېستونکي دې پر دې پوه شي چې الله دخپلو ورګرځېدونکو بندګانو توبه قبلوي او دهغوی صدقې قبلوي حال دا چې هغه ترې بې پروا دی او صدقه ورکوونکي ته يې په صدقه بدله ورکوي او هغه پاک ذات دهغه چا توبه قبلونکی دی چې له بندګانو يې توبه وباسي او پر هغوی مهربانه دی. مخ ۱۷ له ۲۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَقُلِ ٱعْمَلُوا۟ فَسَيَرَى ٱللَّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُۥ وَٱلْمُؤْمِنُونَ ۖ وَسَتُرَدُّونَ إِلَىٰ عَـٰلِمِ ٱلْغَيْبِ وَٱلشَّهَـٰدَةِ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿١٠٥﴾
تعملون ای رسوله! ووايه دغو له جهاد پاتې کېدونکو او له خپلې ګناه توبه وېستونکو ته: دهغه زيان جبران وکړئ چې درڅخه پاتې شوی و، کړنې مو الله ته ځانګړې کړئ، داسې کارونه وکړئ چې هغه پرې راضي شي، الله دهغه رسول او مؤمنان به مو کړنې وويني، دقيامت په ورځ هغه پالونکي ته مو ورګرځئ چې پر هر څه پوهيږي، پر هغه څه پوهيږي چې تاسو يې پټوئ او پر هغه څه چې تاسو يې ښکاره کوئ، پر هغه څه به مو خبر کړي چې په دنيا کې مو کول او دهغو سزا به درکړي
وَءَاخَرُونَ مُرْجَوْنَ لِأَمْرِ ٱللَّهِ إِمَّا يُعَذِّبُهُمْ وَإِمَّا يَتُوبُ عَلَيْهِمْ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌۭ ﴿١٠٦﴾
دتبوک له غزا پاتې کېدونکو څخه بل داسې قوم دی چې هغوی لره کوم عذر نه و، دغه کسان وروسته کړل شوي دي دهغوی په اړه دالله پرېکړې او حکم ته، چې د هغوی په اړه به دهغه څه پرېکړه وکړي چې يې وغواړي، يا به سزا ورکړي که هغه ته توبه ونه باسي، او یا به يې وبښي که توبه وباسي، الله پر هغه چا ښه پوه دی چې څوک يې دسزا وړ دي او څوک يې دبښنې، په خپل حکم او تدبير کې دحکمت څښتن دی او دغه کسان ربيع زوی دمراره، او مالک زوی دکعب او اميه زوی د هلال دي
وَٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُوا۟ مَسْجِدًۭا ضِرَارًۭا وَكُفْرًۭا وَتَفْرِيقًۢا بَيْنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ وَإِرْصَادًۭا لِّمَنْ حَارَبَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ مِن قَبْلُ ۚ وَلَيَحْلِفُنَّ إِنْ أَرَدْنَآ إِلَّا ٱلْحُسْنَىٰ ۖ وَٱللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَـٰذِبُونَ ﴿١٠٧﴾
ى له منافقانو همدارنګه هغه کسان دي چې جومات يې پرته دالله له پيروۍ دبلې موخې لپاره جوړ کړ، بلکې مسلمانانو ته دزيان رسولو لپاره، دکفر دڅرګندوالي لپاره دمنافقانو په پياوړي کولو سره، دمؤمنانو تر منځ دبېلوالي لپاره او دهغه چا دچمتووالي او انتظار لپاره چې له جومات جوړولو مخکې يې له الله او دهغه له پېغمبر سره جنګېدلي دي، هرومرو به دغه منافقان تاسوته لوړې کوي: چې موږ يوازې پر مسلمانو دنرمۍ هوډ لرو، الله شاهدي ورکوي چې هغوی درواغجن دي په خپله دغه دعوی کې
لَا تَقُمْ فِيهِ أَبَدًۭا ۚ لَّمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى ٱلتَّقْوَىٰ مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ أَحَقُّ أَن تَقُومَ فِيهِ ۚ فِيهِ رِجَالٌۭ يُحِبُّونَ أَن يَتَطَهَّرُوا۟ ۚ وَٱللَّهُ يُحِبُّ ٱلْمُطَّهِّرِينَ ﴿١٠٨﴾
دکوم جومات چې دا حال وي، ای پېغمبره! دمنافقانو په بلنه په هغو کې لمونځ مه کوه، ځکه دقباء جومات چې له پېله یې بنسټ پر تقوا اېښودل شوی غوره دی چې ته پکښې لمونځ وکړې تر دې چې په هغه جومات کې لمونځ وکړې چې بنسټ يې پر کفر اېښودل شوی دی، دقبا په جومات کې داسې خلک دي چې دا خوښوي ترڅو له بې اودسيو او پليتيو په اوبو او له ګناهونو په توبه او استغفار ښه پاک شي، او الله له بې اودسيو، پليتيو او ګناهونو پاکوونکي خوښوي
أَفَمَنْ أَسَّسَ بُنْيَـٰنَهُۥ عَلَىٰ تَقْوَىٰ مِنَ ٱللَّهِ وَرِضْوَٰنٍ خَيْرٌ أَم مَّنْ أَسَّسَ بُنْيَـٰنَهُۥ عَلَىٰ شَفَا جُرُفٍ هَارٍۢ فَٱنْهَارَ بِهِۦ فِى نَارِ جَهَنَّمَ ۗ وَٱللَّهُ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿١٠٩﴾
آيا برابر دی هغه څوک چې دجومات بنسټ يې له الله څخه پر داسې وېره اېښی وي چې دهغه دامرونو پرځای کول، له نواهيوو يې ډډه کول او په ښو کړنو کې په پراخۍ يې دالله خوښي ترلاسه کول وي له هغه چا سره چې جومات يې مسلمانانو ته دزيان رسولو، دکفر دپياوړي کولو او مؤمنانو ترمنځ اختلاف پيداکولو په موخه جوړ کړی وي؟ هيڅکله دا دواړه نشي برابرېدلای، دلومړي بنسټ پياوړی، ټينګ دی چې دلوېدو وېره يې نشته، او ددغه بېلګه داسې ده لکه څوک چې ځای جوړ کړي دکندې پر غاړه؛ هغه کنده ورانه شي او هغه ځای ولويږي، هغه ودانۍ يې ددوزخ په تل کې پرې ور ونړيږي، الله هغه قوم ته توفيق نه ورکوي دکفر، نفاق او نورو کړنو له امله ظالمان وي
لَا يَزَالُ بُنْيَـٰنُهُمُ ٱلَّذِى بَنَوْا۟ رِيبَةًۭ فِى قُلُوبِهِمْ إِلَّآ أَن تَقَطَّعَ قُلُوبُهُمْ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿١١٠﴾
کوم جومات چې هغوی جوړ کړی وتل ضرر ود هغوی په زړونو کې دثابت شک او نفاق له امله، تردې چې زړونه يې دمرګ او په توره دوژلو له امله پرې شي، الله دخپلو بندګانو پر کړنو ښه پوه دی، پر خير او شر دبدلې ورکولو په پرېکړه کې دحکمت څښتن دی. مخ ۱۸ له ۲۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
۞ إِنَّ ٱللَّهَ ٱشْتَرَىٰ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَٰلَهُم بِأَنَّ لَهُمُ ٱلْجَنَّةَ ۚ يُقَـٰتِلُونَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ ۖ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّۭا فِى ٱلتَّوْرَىٰةِ وَٱلْإِنجِيلِ وَٱلْقُرْءَانِ ۚ وَمَنْ أَوْفَىٰ بِعَهْدِهِۦ مِنَ ٱللَّهِ ۚ فَٱسْتَبْشِرُوا۟ بِبَيْعِكُمُ ٱلَّذِى بَايَعْتُم بِهِۦ ۚ وَذَٰلِكَ هُوَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ ﴿١١١﴾
ى بېشکه الله پاک له خپل لوري دپېرزوينې په توګه له مؤمنانو يې نفسونه اخېستي دي سره له دې چې هغوی دالله ملکيت دي، په لوړه بيه جنت سره، کله چې دالله د کلمې دلوړوالي په موخه له کافرانو سره جنګيږي، کافران وژني او کافران هغوی وژني، الله په دغه سره رېښتينې ژمنه ورسره کړې ده په تورات دموسی په کتاب، انجيل دعيسی عليهما السلام په کتاب او قرآن دمحمد صلی الله عليه وسلم په کتاب کې، او تر الله زيات دژمنې پوره کوونکی نشته؛ نو خوښ او خوشحاله اوسئ ای مؤمنانو! ستاسو پر هغه بيعه چې له الله سره مو کړې ده، لويه ګټه مو پکښې کړې ده او دغه بيعه لويه بريا ده
ٱلتَّـٰٓئِبُونَ ٱلْعَـٰبِدُونَ ٱلْحَـٰمِدُونَ ٱلسَّـٰٓئِحُونَ ٱلرَّٰكِعُونَ ٱلسَّـٰجِدُونَ ٱلْـَٔامِرُونَ بِٱلْمَعْرُوفِ وَٱلنَّاهُونَ عَنِ ٱلْمُنكَرِ وَٱلْحَـٰفِظُونَ لِحُدُودِ ٱللَّهِ ۗ وَبَشِّرِ ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿١١٢﴾
ددغې بدلې ترلاسه کوونکي خلک هغه کسان دي چې له هغه څه را ګرځېدونکي دي چې الله نه دي خوښ کړي او بد يې ګڼلي، هغه څه ته چې الله يې خوښوي او پرې راضي کيږي، هغه کسان دي چې الله ته دعاجزۍ او وېرې له امله سرټيټي شوي دي؛ نو دهغه په پيروۍ کې يې کوښښ کړی دی، په هر حالت کې دخپل پالونکي ستاينه کوونکي دي، روژه نيوونکي، لمونځ کوونکي دي، پر هغه څه امر کوونکي دي چې الله يا دهغه رسول پرې امر کړی دی، له هغه څه منع کوونکي دي چې الله يا دهغه رسول ترې منع کړې ده، په پيروۍ سره دالله دحکمونو او په ډډه کولو دهغه له نواهيوو ساتونکي دي، ای رسوله! هغو مؤمنانو ته چې پر دغو صفتونو متصف دي دهغه څه خبر ورکړه چې په دنيا او آخرت کې يې خوشحاله کوي
مَا كَانَ لِلنَّبِىِّ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَن يَسْتَغْفِرُوا۟ لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُوٓا۟ أُو۟لِى قُرْبَىٰ مِنۢ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَـٰبُ ٱلْجَحِيمِ ﴿١١٣﴾
دنبي او مؤمنانو لپاره په کار نده چې له الله څخه دمشرکانو لپاره بښنه وغواړي که څه هم هغوی يې له خپلوانو وي، وروسته له دې چې دوی ته ښکاره شوه چې دوی دوزخيان دي، پر شرک دمړه کېدو له امله. و
وَمَا كَانَ ٱسْتِغْفَارُ إِبْرَٰهِيمَ لِأَبِيهِ إِلَّا عَن مَّوْعِدَةٍۢ وَعَدَهَآ إِيَّاهُ فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُۥٓ أَنَّهُۥ عَدُوٌّۭ لِّلَّهِ تَبَرَّأَ مِنْهُ ۚ إِنَّ إِبْرَٰهِيمَ لَأَوَّٰهٌ حَلِيمٌۭ ﴿١١٤﴾
حليم دابراهيم دخپل پلار لپاره بښنه غوښتل يوازې ددې له امله وچې له هغه سره يې دبښنې غوښتلو ژمنه کړې وه، په دې هيله چې مسلمان شي،خو کله چې ابراهيم ته څرګنده شوه چې پلار يې دالله دښمن دی له نصحيت څخه دګټې نه پورته کولو له امله او يا دوحې له لا رې؛ پوه شو چې هغه به کافر مري؛ نو ځنې بېزاره شو، او دهغه لپاره بښنه غوښتل يو اجتهادي امر ونه دالله دهغه حکم مخالفت چې ورته وحې شوی و، بېشکه ابراهيم عليه السلام، الله ته ډېر عاجزي کوونکی، زيات بښونکی او خپل ظالم قوم ته(د هغوی له تېریو) ورتېرېدونکی دی
وَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيُضِلَّ قَوْمًۢا بَعْدَ إِذْ هَدَىٰهُمْ حَتَّىٰ يُبَيِّنَ لَهُم مَّا يَتَّقُونَ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌ ﴿١١٥﴾
الله دکوم قوم دلار ورکۍ پرېکړه نه کوي وروسته تر دې چې دلارښوونې توفيق يې ورکړی وي، ترڅو يې ورته هغه ناروا شيان نه وي بيان کړي چې ډډه کول ترې واجب دي، که هغوی ترسره کړي هغه څه چې پرې حرام کړل شوي دي وروسته دحرمت له بيانولو يې؛ نو دهغوی دلار ورکۍ پرېکړه کوي، بېشکه الله پر هرڅه ښه پوه دی، له هغه څه پټ نه دي او تاسو ته يې هغه څه در وښودل چې تاسو پرې پوهېدئ
إِنَّ ٱللَّهَ لَهُۥ مُلْكُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۖ يُحْىِۦ وَيُمِيتُ ۚ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ مِن وَلِىٍّۢ وَلَا نَصِيرٍۢ ﴿١١٦﴾
بېشکه الله لره دآسمانونو او ځمکې ملکيت دی، هغه لره پکښې شريک نشته، له هغه څخه په هغو دواړو کې څه پټ نه دي، ژوندی کوي دچا چې ژوندي کول مخ ۱۹ له ۲۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر وغواړي او مړ کوي هغه څوک چې مرګ يې وغواړي، او تاسو لره ای خلکو! له الله پرته کوم دوست نشته چې ستاسو چارې يې په لا س کې وي او نه کوم مرستندوی شته چې له تاسو څخه دبدۍ مخه ونيسي او ددښمن پر وړاندې مو مرسته وکړي
لَّقَد تَّابَ ٱللَّهُ عَلَى ٱلنَّبِىِّ وَٱلْمُهَـٰجِرِينَ وَٱلْأَنصَارِ ٱلَّذِينَ ٱتَّبَعُوهُ فِى سَاعَةِ ٱلْعُسْرَةِ مِنۢ بَعْدِ مَا كَادَ يَزِيغُ قُلُوبُ فَرِيقٍۢ مِّنْهُمْ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ ۚ إِنَّهُۥ بِهِمْ رَءُوفٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿١١٧﴾
بېشکه الله دنبي محمد صلی الله عليه وسلم توبه قبوله کړه کله يې چې منافقانو ته دتبوک له غزا دپاتې کېدو اجازه ورکړه، دهغو مهاجرو او انصارو توبه يې قبوله کړه چې دتبوک له غزا څخه نه وو پاتې شوي، بلکې هغوی دتبوک په غزا کې دسختې ګرمۍ، تنګ لا سۍ او ددښمن دزياتوالي سربېره دنبي صلی الله عليه وسلم پيروي وکړه، وروسته تردې چې نږدې وله هغوی ديوې ډلې زړونه مایل شي، دغزا دپرېښودو تکل يې کړی و، په هغې کې دلويې سختۍ له امله، بيا الله دثابت پاتې کېدو او غزا ته دوتلو توفيق ورکړ او دهغوی توبه يې قبوله کړه، بېشکه هغه پاک ذات پر هغوی پېرزو کوونکی او مهربان دی او دهغه له لورېينې هغوی ته دتوبې توفيق ورکول او له هغوی منل دي
وَعَلَى ٱلثَّلَـٰثَةِ ٱلَّذِينَ خُلِّفُوا۟ حَتَّىٰٓ إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ ٱلْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنفُسُهُمْ وَظَنُّوٓا۟ أَن لَّا مَلْجَأَ مِنَ ٱللَّهِ إِلَّآ إِلَيْهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُوٓا۟ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ ﴿١١٨﴾
ه او بېشکه الله دهغو دريو توبه قبوله کړه: چې مالک زوی دکعب، ربيع زوی دمراره اميه زوی دهلال وو، دا هغه کسان وو چې له توبې قبلیدو څخه وروسته پاتې کړای شول او دهغوی توبه قبلېدل وروسته کړای شول، وروسته تردې چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره تبوک ته له وتلو پاتې شول؛ نو نبي صلی الله عليه وسلم خلکو ته له هغوی څخه دبېلېدلو امر وکړ، هغوی ته پر دغه، کړاو او غم ورسېد، تر دې چې ځمکه دپراخۍ سربېره پرې تنګه شوه او درسيدلي وحشت له امله يې سينې تنګې شوې، پوه شول چې هغوی لره دپناه ځای نشته چې پناه وروړي خو يوازې الله دی، پر هغوی يې لورېينه وکړه دتوبې دتوفيق په ورکولو سره، بيا يې د هغوی توبه قبوله کړه، بېشکه هغه دخپلو بندګانو توبه قبلوونکی او پر هغوی مهربان دی
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَكُونُوا۟ مَعَ ٱلصَّـٰدِقِينَ ﴿١١٩﴾
ای هغو کسانو چې پر الله، دهغه پر رسول مو ايمان راوړی او پر شريعت مو يې عمل کړی له هغه وډار شئ دحکمونو پرځای کولو او له نواهيو يې په ډډه کولو سره او له رېښتينو سره شئ دهغوی په ايمان، ويناوو او کړنو کې يې، تاسو لره له رېښتينولۍ پرته بله دخلاصون لا ره نشته
مَا كَانَ لِأَهْلِ ٱلْمَدِينَةِ وَمَنْ حَوْلَهُم مِّنَ ٱلْأَعْرَابِ أَن يَتَخَلَّفُوا۟ عَن رَّسُولِ ٱللَّهِ وَلَا يَرْغَبُوا۟ بِأَنفُسِهِمْ عَن نَّفْسِهِۦ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ لَا يُصِيبُهُمْ ظَمَأٌۭ وَلَا نَصَبٌۭ وَلَا مَخْمَصَةٌۭ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَلَا يَطَـُٔونَ مَوْطِئًۭا يَغِيظُ ٱلْكُفَّارَ وَلَا يَنَالُونَ مِنْ عَدُوٍّۢ نَّيْلًا إِلَّا كُتِبَ لَهُم بِهِۦ عَمَلٌۭ صَـٰلِحٌ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ ٱلْمُحْسِنِينَ ﴿١٢٠﴾
دمدينې دخلکو او دهغوی چاپېر دصحرا اوسېدونکو لپاره روا نه ده چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه سرغړونه وکړي، کله چې هغه په خپله جهاد ته وځي، هغوی لره روا نده چې پر خپلو ځانونو بخل وکړي او دنبي صلی الله عليه وسلم څخه يې وساتي بلکې پر هغوی لا زم دي چې خپل ځانونه دهغه صلی الله عليه وسلم له نفسه قربان کړي، ځکه هغوی لره نه رسيږي کومه تنده، ستړيا، لوږه دالله په لا ر کې او نه هغوی په کوم ځای کې ښکته کيږي چې شتون يې دکافرانو د غوسې لا مل وي، يا نه ورته رسيږي ددوښمن لخوا وژنه، بندي کېدل، ولجه کېدل او يا ماتې خوړل خو دا چې هغوی لره پر دغه، الله دښه کار بدله ليکلې ده چې له هغوی يې قبلوي، بېشکه الله دنېکانو بدله نه ضايع کوي بلکې بشپړه يې ورکوي
وَلَا يُنفِقُونَ نَفَقَةًۭ صَغِيرَةًۭ وَلَا كَبِيرَةًۭ وَلَا يَقْطَعُونَ وَادِيًا إِلَّا كُتِبَ لَهُمْ لِيَجْزِيَهُمُ ٱللَّهُ أَحْسَنَ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿١٢١﴾
هغوی نه لږ لګښت کوي او نه ډېر، او نه له کوم ناو(شېلې) تيريږي، خو دا چې هغوی لره هغه څه ليکل کيږي چې ترسره کړي يې دي له لګښت او سفر څخه، ترڅو الله هغوی ته پرې بدله ورکړي او په آخرت کې يې دهغو ښو کړنو بدله ورکوي. مخ ۲۰ له ۲۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
۞ وَمَا كَانَ ٱلْمُؤْمِنُونَ لِيَنفِرُوا۟ كَآفَّةًۭ ۚ فَلَوْلَا نَفَرَ مِن كُلِّ فِرْقَةٍۢ مِّنْهُمْ طَآئِفَةٌۭ لِّيَتَفَقَّهُوا۟ فِى ٱلدِّينِ وَلِيُنذِرُوا۟ قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُوٓا۟ إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ ﴿١٢٢﴾
دمؤمنانو لپاره په کار نه ده چې ټول جګړې ته ووځي، څو يو مخ له منځه ولاړ نشي که چېرې دښمن يې پرې برلاسی شي، ولې يوه ډله له هغوی دجهاد لپاره ونه وتله، بله ډله به له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره پاتې شوې وه او دقرآن او شريعت په حکمونو به يې په دين کې پوهاوی ترلاسه کړی وچې له رسول الله صلی الله عليه وسلم يې آوري او خپل قوم به يې په هغه څه وېرولی وچې زده کړي يې دي، کله چې هغوی ته راوګرځي، په دې هيله چې دالله له سزا او کړاو وډار شي؛ نو دهغه حکمونه به يې منلي وو او له نواهيوو به يې ډډه کړې وای. دا په هغو جنګونو کې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به شاوخوا لېږل او له خپلو اصحابو به يې يوه ډله ورته غوره کوله
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ قَـٰتِلُوا۟ ٱلَّذِينَ يَلُونَكُم مِّنَ ٱلْكُفَّارِ وَلْيَجِدُوا۟ فِيكُمْ غِلْظَةًۭ ۚ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلْمُتَّقِينَ ﴿١٢٣﴾
الله مؤمنانو ته له هغو کافرانو سره دجنګ امر کړی دی چې له هغوی سره نېږدې دي، ځکه هغوی دمؤمنانو لپاره خطر ګرځي هغوی ته دنېږدېوالي له امله، همدارنګه يې امر ورته کړی چې ځواک او سختي ښکاره کړي دهغوی دوېرولو او شر ددفع کولو لپاره، الله تعالی په خپله مرسته او تاييد له ځان ساتونکو مؤمنانو سره دی
وَإِذَا مَآ أُنزِلَتْ سُورَةٌۭ فَمِنْهُم مَّن يَقُولُ أَيُّكُمْ زَادَتْهُ هَـٰذِهِۦٓ إِيمَـٰنًۭا ۚ فَأَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ فَزَادَتْهُمْ إِيمَـٰنًۭا وَهُمْ يَسْتَبْشِرُونَ ﴿١٢٤﴾
يستبشرون کله چې پر رسول الله صلی الله عليه وسلم کوم سورت نازل شي؛ نو له منافقانو ځينې دملنډو او مسخرو په ډول پوښتنه کوي: دغه نازل شوی سورت چې محمد راوړی تاسو ته دايمان له پلوه څه در زيات کړل؟ نو هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی او دهغه رسول يې رېښتونی ګڼلی، هغوی ته دسورت نازلېدو، مخکيني ايمان ته ايمان ور زيات کړی او هغوی پر هغه وحي خوشحاله دي چې نازله شوې ده، ځکه په هغو کې يې دنيوي او اخروي ګټې دي
وَأَمَّا ٱلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌۭ فَزَادَتْهُمْ رِجْسًا إِلَىٰ رِجْسِهِمْ وَمَاتُوا۟ وَهُمْ كَـٰفِرُونَ ﴿١٢٥﴾
خو کوم چې منافقان دي؛ نو دقرآن دحکمونو او کيسو نازلېدل هغوی ته ناروغي او خباثت ور زياتوي، دهغه څه ددراوغ ګڼلو له امله چې نازليږي، دقرآن دنازلېدو په زيادت دهغوی دزړونو ناروغي زياتيږي، ځکه کله چې هم څه نازلېدل هغوی پکښې شک کوی او پر کفر مړه شول. أولا يرون أن هم يفتنون فى كل عام مر ة أو مر تين ثم لا يتوبون ولا هم يذكرون
أَوَلَا يَرَوْنَ أَنَّهُمْ يُفْتَنُونَ فِى كُلِّ عَامٍۢ مَّرَّةً أَوْ مَرَّتَيْنِ ثُمَّ لَا يَتُوبُونَ وَلَا هُمْ يَذَّكَّرُونَ ﴿١٢٦﴾
آيا منافقانو دالله لخوا په ازموينه دپند اخېستونکو په توګه ونه کتل چې په کال کې يې يو يا دوه ځلې حال بربنډیږي؟! بيا پر دې دپوهېدو سربېره چې الله پر هغوی د دغه څه کوونکی دی هغه ته له خپل کفره توبه نه وباسي، له خپل نفاقه نه لا س په سر کيږي او نه له دې پند اخلي چې پر هغوی څه راغلل او هغه دالله لخوا وو
وَإِذَا مَآ أُنزِلَتْ سُورَةٌۭ نَّظَرَ بَعْضُهُمْ إِلَىٰ بَعْضٍ هَلْ يَرَىٰكُم مِّنْ أَحَدٍۢ ثُمَّ ٱنصَرَفُوا۟ ۚ صَرَفَ ٱللَّهُ قُلُوبَهُم بِأَنَّهُمْ قَوْمٌۭ لَّا يَفْقَهُونَ ﴿١٢٧﴾
يفقهون کله چې الله پر خپل رسول صلی الله عليه وسلم کوم داسې سورت نازل کړي چې په هغو کې دمنافقانو دحالاتو يادونه وي، له منافقانو ځينې ځينو ته په دې ويلو وګوري: آيا څوک مو ويني؟ که چېرې يې څوک ونه ويني، له مجلسه ولاړ شي، خبر اوسئ الله دهغوی زړونه له لا رښوونې او ښېګڼې ګرځولي دي او هغوی يې خوار کړي دي ځکه هغوی داسې قوم دی چې نه پوهيږي
لَقَدْ جَآءَكُمْ رَسُولٌۭ مِّنْ أَنفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِٱلْمُؤْمِنِينَ رَءُوفٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿١٢٨﴾
بېشکه تاسو ته ستاسو له جنسه رسول راغی چې ستاسو غوندې عرب دی ای دعربو خلکو! پرې سخت دي هغه څه چې پرتاسو سختيږي، سخته لېوالتيا يې ستاسو په لا رښوونه کې ده او تاسو ته يې پاملرنه ده، او هغه په ځانګړي ډول پر مؤمنانو ډېر زړه سوانده اومهربانه دی. مخ ۲۱ له ۲۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
فَإِن تَوَلَّوْا۟ فَقُلْ حَسْبِىَ ٱللَّهُ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ ۖ وَهُوَ رَبُّ ٱلْعَرْشِ ٱلْعَظِيمِ ﴿١٢٩﴾
که چېرې هغوی درڅخه مخ واړوي او په هغه څه ايمان را نه وړي چې تا راوړي دي؛ نو ورته ووايه ای رسوله! ما ته هغه الله بسنه کوي چې له هغه پرته پر حقه بل معبود نشته، يوازې پر هغه مې باور کړی دی او هغه پاک ذات دلوی عرش رب دی. مخ ۲۲ له ۲۲ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر