يَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلْأَنفَالِ ۖ قُلِ ٱلْأَنفَالُ لِلَّهِ وَٱلرَّسُولِ ۖ فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَصْلِحُوا۟ ذَاتَ بَيْنِكُمْ ۖ وَأَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥٓ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿١﴾
كنتم م ؤمنين ستا ملګري ستا څخه پوښتنه کوي -ای پیغمبره- دغنیمتونو باره کې چې څرنګه به یې تقسیموي؟ او په چا به یې تقسیموي؟ ته ورته ووایه -ای پیغمبره- ددوی دسوال جواب ورکړه: غنیمتونه الله تعالی او دهغه پیغمبر لره دي، او دهغه دویشلو حکم هم دالله تعالی او دهغه درسول په واک دی، نو په تاسو ندي لا زم مګر غاړه کیښودل او تسلیمیدل، نو تاسو دالله تعالی نه وویریږئ -ای مومنانو- په عملي کولو داوامرو دهغه او په ځان ساتلو سره دهغه له نواهیو څخه، او جوړ کړئ هغه چې ستاسو تر منځ وي دیو بل سره جداوالی او یا یو بل ته شا ګرځول په مینه کولو او تګ راتګ او په خایسته اخلاقو او بخښنې سره، او په ځان باندې لا زم کړئ دالله تعالی او دهغه دپیغمبر تابعداري که چیرته تاسو په ریښتیا سره مومنان یاست؛ ځکه چې ایمان دنیکۍ په کولو او دبدیو نه دلرې کیدلو باعث کیږي، او دا پوښتنه د بدر له غزا نه وروسته شوې وه
إِنَّمَا ٱلْمُؤْمِنُونَ ٱلَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ ٱللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ ءَايَـٰتُهُۥ زَادَتْهُمْ إِيمَـٰنًۭا وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ ﴿٢﴾
بیشکه په ریښتیا سره مومنان هغه دي چې کله الله تعالی یاد کړی شي ددوی زړونه وویریږي؛ او زړونه او بدنونه یې دنیکۍ طرف ته راشي، او کله چې په دوی باندې دالله تعالی آیتونه ولوستل شي په هغې کې سوچ او فکر وکړي نو ایمان یې نور هم زیات شي سره دپخواني ایمان نه، او دوی یوازې په خپل رب باندې اعتماد کوي د مصلحتونو په غوښتلو او دفساد په دفع کولو کې
ٱلَّذِينَ يُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَمِمَّا رَزَقْنَـٰهُمْ يُنفِقُونَ ﴿٣﴾
دا هغه کسان دي چې همیشوالی کوي په ادا کولو دلمونځونو په پوره توګه په خپلو وختونو کې، او دهغه رزق نه چې مونږ دوی ته ورکړی فرضي زکات او نفلي صدقې هم ورکوي. ق
أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُؤْمِنُونَ حَقًّۭا ۚ لَّهُمْ دَرَجَـٰتٌ عِندَ رَبِّهِمْ وَمَغْفِرَةٌۭ وَرِزْقٌۭ كَرِيمٌۭ ﴿٤﴾
دغه کسان چې دا صفتونه لري همدوی په حقه سره مومنان دي؛ ځکه چې دوی په ځان کې دایمان او داسلام ظاهري خصلتونه راجمع کړي، او ددوی بدلې دالله تعالی سره لویې مرتبې دي، او بخښنه ده ددوی ګناهونو لره او دعزت والا رزق دی، او دا هغه څه دي چې الله تعالی دوی ته دنعمتونو څخه تیار کړي دي
كَمَآ أَخْرَجَكَ رَبُّكَ مِنۢ بَيْتِكَ بِٱلْحَقِّ وَإِنَّ فَرِيقًۭا مِّنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ لَكَـٰرِهُونَ ﴿٥﴾
لکه څرنګه چې الله تعالی ستاسو نه دغنیمتونو دتقسیم واک واخیستلو وروسته داختلاف او جګړي ستاسو نه ددې په تقسیم کې، او ددې دویشلو واک او اختیار یې خپل ځان او دهغه پیغمبر ته ورکړ، همدا رنګه ستا رب امر کړی -ای پیغمبره- په وتلو سره دمدینې څخه دمشرکانو دمخامخ کیدلو لپاره په هغې وحې سره چې په تا یې رالیږلې، سره دبد ګڼلو ديوې ډلې دمومنانو څخه دې وتلو لره
يُجَـٰدِلُونَكَ فِى ٱلْحَقِّ بَعْدَ مَا تَبَيَّنَ كَأَنَّمَا يُسَاقُونَ إِلَى ٱلْمَوْتِ وَهُمْ يَنظُرُونَ ﴿٦﴾
بحث کوي ستا سره -ای پیغمبره- دا ډله دمومنانو نه دمشرکانو سره په جنګ کولو کې وروسته ددې نه چې دوی ته دا واضحه شوه چې دا جنګ واقع کیدونکی دی، ګویا کې دوی مرګ ته بوتلل کیږي او دوی دې مرګ ته ښکاره ګوري، او دا ددوی دسخت بد ګنلو دوجې نه جنګ لره؛ ځکه چې دوی دې جنګ ته تیاری ندی نیولی، او نه یې ورته سامان دجنګ برابر کړی. مخ ۱ له ۱۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَإِذْ يَعِدُكُمُ ٱللَّهُ إِحْدَى ٱلطَّآئِفَتَيْنِ أَنَّهَا لَكُمْ وَتَوَدُّونَ أَنَّ غَيْرَ ذَاتِ ٱلشَّوْكَةِ تَكُونُ لَكُمْ وَيُرِيدُ ٱللَّهُ أَن يُحِقَّ ٱلْحَقَّ بِكَلِمَـٰتِهِۦ وَيَقْطَعَ دَابِرَ ٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿٧﴾
او یادکړئ -ای جګړه کوونکو مومنانو- کله چې الله تعالی ستاسو سره وعده وکړه چې یقینا تاسو لره به کامیابي وي په یوې له دوو ډلو دمشرکانو نه، او هغه به یا قافله وي او هغه مال به وي چې ددې قافلې سره دی نو تاسو به یې دغنیمت په ډول واخلئ، یا به تاسو هغوی ته وروځئ نو جنګ به ورسره کوئ او په هغوی به کامیابیږئ، او تاسو دا خوښه ګڼئ چې تاسو پدې قافلې باندې کامیاب شئ ځکه چې په دې باندې تاسو په آسانئ غلبه کولئ شئ پغیر دجنګ نه، او الله تعالی غواړي چې ښکاره کړي حق لره په امر کولو سره تاسو ته په جنګ سره، نو عاقبت دا دی چې تاسو به دمشرکانو مشران ووژنئ، او دهغوی نه به ډیر بندیان کړئ ددې لپاره چې د اسلام طاقت او قوت ښکاره شي
لِيُحِقَّ ٱلْحَقَّ وَيُبْطِلَ ٱلْبَـٰطِلَ وَلَوْ كَرِهَ ٱلْمُجْرِمُونَ ﴿٨﴾
ددې لپاره چې الله تعالی غالب کړي حق لره په غالبه کولو داسلام او دمسلمانانو، او هغه داسې چې ښکاره کړي شواهد دهغه په ریښتنولۍ، او روښانه کړي بطلان دباطل په هغو دلیلونو چې ددې لپاره یې ښکاره کوي، او اګر که مشرکان دې لره بد ګڼي، نو پس الله تعالی دې لره ښکاره کوونکی دی
إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَٱسْتَجَابَ لَكُمْ أَنِّى مُمِدُّكُم بِأَلْفٍۢ مِّنَ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةِ مُرْدِفِينَ ﴿٩﴾
او یاده کړئ دبدر دغزا ورځ کله چې تاسو له الله تعالی څخه مرسته وغوښته په کامیابۍ سره ستاسو په دښمن باندې، نو الله تعالی ستاسو دعا قبوله کړه داسې چې ستاسو مدد به کوي -ای مومنانو- او مرسته به کوي ستاسو سره په زر پرښتو باندې، پرلپسي به یو بل پسې راتلونکې وي
وَمَا جَعَلَهُ ٱللَّهُ إِلَّا بُشْرَىٰ وَلِتَطْمَئِنَّ بِهِۦ قُلُوبُكُمْ ۚ وَمَا ٱلنَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ ٱللَّهِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿١٠﴾
او الله تعالی نه وه ګرځولې دا مرسته کول ستاسو سره په ملایکو باندې مګر زیری ستاسو لپاره -ای مومنانو- چې یقینا دا به ستاسو مدد کوونکي وي په مقابل ددښمن ستاسو کې، او ددې لپاره چې په ارام شي زړونه ستاسو داسې چې یقین کوونکي وي په کامیابۍ باندې، او نشته کامیابي په ډیروالي دعدد سره، او په پوره والي د سامان الاتو سره، بلکې کامیابي دالله تعالی له طرفه ده، بیشکه الله تعالی زورور دی په خپله بادشاهۍ کې، هیڅوک پرې نشي غالب کیدلی، دحکمت والا دی په خپله شرعه او تقدیر کې
إِذْ يُغَشِّيكُمُ ٱلنُّعَاسَ أَمَنَةًۭ مِّنْهُ وَيُنَزِّلُ عَلَيْكُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءًۭ لِّيُطَهِّرَكُم بِهِۦ وَيُذْهِبَ عَنكُمْ رِجْزَ ٱلشَّيْطَـٰنِ وَلِيَرْبِطَ عَلَىٰ قُلُوبِكُمْ وَيُثَبِّتَ بِهِ ٱلْأَقْدَامَ ﴿١١﴾
ى او یاد کړئ -ای مومنانو-! کله چې الله تعالی په تاسو باندې پرکالي اچوله لپاره دامن دهغې ویرې دوجې نه چې تاسو ته رسیدلی وه ستاسو ددښمن نه، او رالیږه یې په تاسو باران دبره نه؛ ددې لپاره چې تاسو پاک کړي دبې اودسۍ نه (پلیتۍ نه)، او ددې لپاره چې لرې کړي ستاسو نه وسوسې دشیطان، او ددې لپاره چې مضبوط کړي په دې سره زړونه ستاسو؛ عاقبت دادی چې ستاسو بدنونه به دښمن سره دمخامخ کیدو په وخت کې کلک شي، او ددې لپاره چې کلک شي په دې باران سره قدمونه په سختوالي دشګلوړې ځمکې سره تردې چې قدمونه (پښې) پکې خویه نشي
إِذْ يُوحِى رَبُّكَ إِلَى ٱلْمَلَـٰٓئِكَةِ أَنِّى مَعَكُمْ فَثَبِّتُوا۟ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ۚ سَأُلْقِى فِى قُلُوبِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ٱلرُّعْبَ فَٱضْرِبُوا۟ فَوْقَ ٱلْأَعْنَاقِ وَٱضْرِبُوا۟ مِنْهُمْ كُلَّ بَنَانٍۢ ﴿١٢﴾
کله چې ستا رب وحې وکړه -ای پیغمبره- هغو ملایکو ته چې الله تعالی په هغوی سره په بدر کې دمومنانو مرسته کړې وه: بیشکه زه ستاسو سره یم -ای ملایکو- په مرسته او ملاتړ سره، نو تاسو دمومنانو ارادې کلکې کړئ په جنګ کولو ددښمن دهغوی سره، خامخا زر دی زه به دکافرانو په زړونو کې سخته ویره واچوم؛ نو تاسو ووهئ -ای مومنانو- څټونه دکافرانو ددې لپاره چې مړه شي، او دهغوی اندامونه او دبدن غړي ووهئ چې ستاسو سره دجنګ کولو نه کیني. مخ ۲ له ۱۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ شَآقُّوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ ۚ وَمَن يُشَاقِقِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ فَإِنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ ﴿١٣﴾
دا سزا چې کافرانو ته رسیږي دوژلو او داندامونو دوهلو نه ددې وجه دا ده چې دوی دالله تعالی او دهغه دپیغمبر خلاف کړی، نو عمل يې ندی کړی په هغه څه چې دوی ته پرې امر شوی دی، او ندي منع شوي له هغه څه نه چې دوی ترې منعه شوي وو، او څوک چې پدې کې دالله تعالی او دهغه دپیغمبر خلاف کوي نو بیشکه الله تعالی دسختې سزا ورکوونکی دی ده لره په دنیا کې په وژلو او بندي کولو سره، او په اخرت کې په اور سره
ذَٰلِكُمْ فَذُوقُوهُ وَأَنَّ لِلْكَـٰفِرِينَ عَذَابَ ٱلنَّارِ ﴿١٤﴾
دا ذکر شوی عذاب خو ستاسو لپاره دی -ای خلاف کوونکو دالله تعالی او دهغه دپیغمبر- نو وڅکئ تاسو دې لره چې په تلوار سره درکړی شوی تاسو ته په دنیا کې، او په آخرت کې ستاسو لپاره داور عذاب دی که چیرته تاسو ستاسو په کفر او ضد کې مړه شوئ
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا لَقِيتُمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ زَحْفًۭا فَلَا تُوَلُّوهُمُ ٱلْأَدْبَارَ ﴿١٥﴾
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی په الله تعالی او دهغه دپیغمبر تابعداري مو کړې، کله چې تاسو په جنګ کې دکافرانو سره مخامخ شئ او نږدې یاست یو بل ته نو دهغوی نه ماتې مه خورئ، او خپلې شاګانی هغوی ته دتېښتې په حال کې مه اړوئ، بلکې دهغوی په مخ کې کلک شئ، او دهغوی په مخامخ کیدلو باندې صبر وکړئ، بیشکه الله تعالی ستاسو سره دی په خپلې مرستې او ملاتړ سره
وَمَن يُوَلِّهِمْ يَوْمَئِذٍۢ دُبُرَهُۥٓ إِلَّا مُتَحَرِّفًۭا لِّقِتَالٍ أَوْ مُتَحَيِّزًا إِلَىٰ فِئَةٍۢ فَقَدْ بَآءَ بِغَضَبٍۢ مِّنَ ٱللَّهِ وَمَأْوَىٰهُ جَهَنَّمُ ۖ وَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ ﴿١٦﴾
او چاچې وګرځوله دوی ته شا خپله دتېښتې په حال کې چې ددوی جنګ ته راګرځیدونکی نه وداسې چې دوی ته دا خپل تښتېدل وښايي خو په اصل کې دا یو چل وي، او دا په دوی باندې حمله کول غواړي، او نه وي یوځای کیدونکی په هغه ځای کې دموجوده مسلمانانو ډلې سره چې مرسته ورڅخه وغواړي؛ نو بیشکه دا راوګرځیده په غضب سره دالله تعالی له طرفه، او ددې مستحق شو، او په آخرت کې دده ځای دجهنم اور دی، او ډیر بد ځای دی دورتللو دده، او ډیر بد دی ځای دورګرځیدلو دده
فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلَـٰكِنَّ ٱللَّهَ قَتَلَهُمْ ۚ وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَـٰكِنَّ ٱللَّهَ رَمَىٰ ۚ وَلِيُبْلِىَ ٱلْمُؤْمِنِينَ مِنْهُ بَلَآءً حَسَنًا ۚ إِنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌۭ ﴿١٧﴾
نو نه دي وژلي -ای مومنانو- دبدر دجنګ په ورځ تاسو مشرکینو لره ستاسو په طاقت او قوت سره، بلکې الله تعالی ستاسو سره په دې کې مرسته او مدد کړی دی، او تا مشرکان ونه وېشتل -ای پیغمبره- کله چې دې ویشتل هغوی، بلکې الله تعالی هغه ذات دی چې هغوی يې وویشتل کله چې ستا ګذار یې هغوی ته ورساوه، نو عاقبت دا دی چې امتحان به وکړي الله تعالی په مومنانو دهغو نعمتونو په وجه چې په دوی یې کړي لکه کامیابول دهغوی په خپل دښمن باندې سره لدې نه چې دوی پکې ود کموالي دعدد او دتیاریو نه ددې لپاره چې دالله تعالی شکر ادا کړي، بیشکه الله تعالی اوریدونکی دی ستاسو دعاوو او ویناګانو لره، پوهه دی ستاسو په عملونو، او په هغه څه چې ستاسو په هغه کې خیر وي
ذَٰلِكُمْ وَأَنَّ ٱللَّهَ مُوهِنُ كَيْدِ ٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿١٨﴾
دا چې بیان شو دوژلو دمشرکینو نه، او ویشتل دهغوی تر دې چې ناکام شول او په شا وتختیدل، او ښېګڼه کول دمومنانو سره په کامیابولو ددوی په خپل دښمن باندې؛ دا ټول دالله تعالی له طرفه وو، او بیشکه الله تعالی کمزوری کوونکی دی چل ول دکافرانو لره؛ هغوی چې اسلام ته چلونه جوړوي. مخ ۳ له ۱۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
إِن تَسْتَفْتِحُوا۟ فَقَدْ جَآءَكُمُ ٱلْفَتْحُ ۖ وَإِن تَنتَهُوا۟ فَهُوَ خَيْرٌۭ لَّكُمْ ۖ وَإِن تَعُودُوا۟ نَعُدْ وَلَن تُغْنِىَ عَنكُمْ فِئَتُكُمْ شَيْـًۭٔا وَلَوْ كَثُرَتْ وَأَنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿١٩﴾
که تاسو غواړئ -ای مشرکینو- دا چې الله تعالی خپل عذاب او سزا په ظالمانو او تیري کوونکو باندې راولي نو بیشکه په تاسو يې راوستلی هغه عذاب چې تاسو غوښتلی، نو په تاسو یې داسې قسم عذاب رالیږلی چې سزا وه ستاسو لپاره او عبرت ولپاره دپرهیزګارانو، او که چیرته تاسو بند شئ ددې دغوښتلو نه نو دا به ستاسو لپاره ډیره غوره وي، نو شاید چې هغه تاسو ته مهلت درکړی وي او په تلوار سره یې ستاسو نه غچ نه وي اخیستلی، او که چیرته تاسو راوګرځئ ددې غوښتلو ته او د مسلمانانو سره جنګ کولو ته نو مونږ به راوګرځو په عذاب راوستلو سره په تاسو باندې او کامیابئ دمومنانو ته، او څه فایده به درنه کړي تاسو ته ستاسو ډله او نه ستاسو ملګري او اګر که دا ډیر تعداد او ډیرو تیاریو والا وي سره دکم عدد دمومنانو نه، او بیشکه الله تعالی دمومنانو سره دی په مرسته او تایید سره، او دچا سره چې الله تعالی وي نو په هغه باندې هیڅوک هم نشي کامیابیدلی
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَلَا تَوَلَّوْا۟ عَنْهُ وَأَنتُمْ تَسْمَعُونَ ﴿٢٠﴾
ای هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او دهغه دپیغمبر پیروي موکړی، تابعداري وکړئ دالله تعالی او دهغه دپیغمبر په عملي کولو دهغه دامر او په ځان ساتلو دهغه له نواهیو څخه، او تاسو دهغه نه مخ مه اړوئ دهغه دامر په مخالفت سره او دهغه په منهیاتو عمل کولو سره، او حال دا چې تاسو دالله تعالی آیتونه اورئ چې په تاسو لوستل کیږي
وَلَا تَكُونُوا۟ كَٱلَّذِينَ قَالُوا۟ سَمِعْنَا وَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ ﴿٢١﴾
او تاسو مه کیږئ -ای مومنانو- دهغو منافقانو او مشرکانو په څېر چې کله په دوی باندې دالله تعالی آیتونه ولوستل شي دوی وايې: مونږ اوریدلي په خپلو غوږونو سره هغه چې پر مونږ لوستل کیږي له قرآن کریم څخه، او دوی نه اوري اوریدل دسوچ او پند اخیستلو؛ چې دوی فایده واخلي په هغه څه چې دوی اوریدلي
۞ إِنَّ شَرَّ ٱلدَّوَآبِّ عِندَ ٱللَّهِ ٱلصُّمُّ ٱلْبُكْمُ ٱلَّذِينَ لَا يَعْقِلُونَ ﴿٢٢﴾
بیشکه بدتر دهغه چا نه چې حرکت کوي په مخ دځمکه باندې دمخلوقاتو نه دالله تعالی په نزد هغه څوک دي چې کاڼه دي هغوی حق نه اوري په اوریدلو دقبولیت سره، ګونګیان دي حق نه وايې، پس نو دوی هغه څوک دي چې دالله تعالی په حکمونو او منهیاتو نه پوهیږي
وَلَوْ عَلِمَ ٱللَّهُ فِيهِمْ خَيْرًۭا لَّأَسْمَعَهُمْ ۖ وَلَوْ أَسْمَعَهُمْ لَتَوَلَّوا۟ وَّهُم مُّعْرِضُونَ ﴿٢٣﴾
او که چیرته الله تعالی دا ګڼلې وای چې په دې دروغ ګڼونکو مشرکینو کې خیر شته نو خامخا به يې دوی ته اورول کړی وی داسې اورول چې دوی پرې فایده اخیستلې وی، او ددې په وجه دوی په دلیلونو او معجزو پوهه شوي وی، خو لیکن الله تعالی پوهیږي چې په دوی کې خیر نشته، او که چیرته الله پاک دوی ته دا اورولی وی -فرضا- نو خامخا دوی به دحسد له وجې نه دایمان نه مخ اړولی و، او حال دا چې دوی مخ اړوونکي دي
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱسْتَجِيبُوا۟ لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ ۖ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ ٱلْمَرْءِ وَقَلْبِهِۦ وَأَنَّهُۥٓ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ﴿٢٤﴾
إ ليه تحشرون ای هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او دهغه دپیغمبر تابعداري مو کړې، ومنئ حکم دالله تعالی او دهغه دپیغمبر په غاړه کېښودلو سره دهغوی امرونو ته او په ځان ساتلو سره دهغه څه نه چې هغوی ترې منعه کړې ده، کله چې راوبلي تاسو هغه څه ته چې په هغه کې ستاسو زندګي وي دحق نه، او یقین وکړئ چې بیشکه الله تعالی قدرت لرونکی دی په هر یو شي باندې، نو هغه په دې هم قادر دی چې پرده واچوي ستاسو او دحق دقبلولو تر منځ کله چې تاسو دا وغواړئ وروسته لدې نه چې تاسو دا رد کړی دی، نو تاسو بیړه وکړئ دې ته، او پوهه شئ چې بیشکه تاسو به یوازې الله تعالی ته ورجمع کیږئ دقیامت په ورځ، نو تاسو لره به سزا درکوي ستاسو په هغو عملونو چې تاسو په دنیا کې کړي دي. مخ ۴ له ۱۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَٱتَّقُوا۟ فِتْنَةًۭ لَّا تُصِيبَنَّ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مِنكُمْ خَآصَّةًۭ ۖ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ ﴿٢٥﴾
او ځان وساتئ -ای مومنانو- دهغه عذاب نه چې په تاسو کې یوازې ګناهګار ته نه رسیږي، بلکې ګناهګار او غیر ګناهګار ټولو ته رسیږي، او دا هغه وخت چې کله ظلم ډير شي نو څوک يې نه بدلوي (نه بندوي)، او یقین وکړئ چې بیشکه الله تعالی سخت عذاب والا دی هغه چا ته چې نافرماني يې کوي؛ نو دهغه دنافرمانۍ څخه ځان وساتئ
وَٱذْكُرُوٓا۟ إِذْ أَنتُمْ قَلِيلٌۭ مُّسْتَضْعَفُونَ فِى ٱلْأَرْضِ تَخَافُونَ أَن يَتَخَطَّفَكُمُ ٱلنَّاسُ فَـَٔاوَىٰكُمْ وَأَيَّدَكُم بِنَصْرِهِۦ وَرَزَقَكُم مِّنَ ٱلطَّيِّبَـٰتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿٢٦﴾
او یاد کړئ -ای مومنانو- کله چې تاسې په مکه کې دلږ تعداد والا وئ، کمزوري ګڼلئ تاسې دمکې والاو، او په تاسو به يې زرو زیاتی کاوه، تاسو ویریدلئ لدې نه چې ستاسو دښمنان به تاسو په تلوار سره راونیسي، نو الله تعالی تاسو جمع کړئ داسې یوځای ته چې تاسو هغه ته پناه وړله چې هغه مدینه وه، او ستاسو مرسته يې وکړه ستاسو په کامیابولو سره ستاسو په دښمنانو باندې دجنګ په ځایونو کې لکه دبدر مقام، او تاسې لره يې روزي درکړه، دبیلګي په توګه هغه غنیمتونه چې تاسو د بدر په جنګ دخپلو دښمنانو څخه واخیستل، ددې لپاره چې دالله تعالی شکر ادا کړئ دهغه په نعمتونو، نو هغه به يې تاسو لره زیات کړي، او تاسو دهغې ناشکري مه کوئ نو ستاسو څخه به يې واخلي، او عذاب به درله درکړي
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَخُونُوا۟ ٱللَّهَ وَٱلرَّسُولَ وَتَخُونُوٓا۟ أَمَـٰنَـٰتِكُمْ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿٢٧﴾
ای هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او دهغه دپیغمبر تابعداري مو کړې، خیانت مه کوئ دالله تعالی او دپیغمبر سره په پریښودلو دعملي کولو داوامر د هغوی او په ځان نه ساتلو دهغو له منهیاتو څخه، او تاسو خیانت مه کوئ په هغه څه کې چې تاسو پرې امانت دار ټاکل شوي یاست ددین او نورو شیانو نه، او حال دا چې تاسو پوهیږئ چې بیشکه چې تاسو چې کوم کار کوئ دا خیانت دی؛ نو تاسو به دخیانت ګرو څخه شئ
وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّمَآ أَمْوَٰلُكُمْ وَأَوْلَـٰدُكُمْ فِتْنَةٌۭ وَأَنَّ ٱللَّهَ عِندَهُۥٓ أَجْرٌ عَظِيمٌۭ ﴿٢٨﴾
او پوه شئ -ای مومنانو- چې بېشکه ستاسو مالونه او بچي یقینا دا دالله تعالی له طرفه ازمیښت او امتحان دی تاسو لره، نو کیدای شي دا تاسو لره دآخرت لپاره تیاری کولو څخه بند کړي، او تاسو په خیانت کولو مجبور کړي، او پوه شئ چې بیشکه خاص الله تعالی سره لوی ثوابونه دي، نو تاسو مه پاتې کوئ دخپلو مالونو او بچو په مراعت کولو سره دځان څخه دا ثواب او دهغوی له وجې خیانت مه کوئ
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِن تَتَّقُوا۟ ٱللَّهَ يَجْعَل لَّكُمْ فُرْقَانًۭا وَيُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّـَٔاتِكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ۗ وَٱللَّهُ ذُو ٱلْفَضْلِ ٱلْعَظِيمِ ﴿٢٩﴾
ای هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او دهغه دپیغمبر تابعداري مو کړې، پوه شئ چې بیشکه که تاسو دالله تعالی څخه وویریږئ داسې چې دهغه حکمونه ومنئ او دهغه له نواهیو څخه ځان وژغورئ نو دربه کړي تاسو ته هغه څه چې تاسو پرې دحق او باطل ترمنځ فرق کولی شئ، نو په تاسو به دواړه نه ګډوډ کیږي، او لرې به کړي ستاسو نه هغه ګناهونه چې تاسو کړي، او ستاسو واړه ګناهونه به هم دروبخښي، او بیشکه الله تعالی دلوی فضل والا دی، او دهغه دلوی فضل څخه هغه جنتونه دي چې دخپلو پرهیزګارانو بندګانو لپاره يې تیار کړي دي
وَإِذْ يَمْكُرُ بِكَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لِيُثْبِتُوكَ أَوْ يَقْتُلُوكَ أَوْ يُخْرِجُوكَ ۚ وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ ٱللَّهُ ۖ وَٱللَّهُ خَيْرُ ٱلْمَـٰكِرِينَ ﴿٣٠﴾
او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې جرګې کولې ستا په خلاف مشرکینو ددې لپاره چې تاته چل جوړ کړي ستاسو په بندي کولو او یا په وژلو او ستا په شړلو سره ستا له ښار نه بل ښار ته، او تا ته يې چلونه جوړول او الله تعالی دهغوی چلونه په هغوی باندې راګرځوي، او الله تعالی تدبیر جوړوي، او هغه غوره له تدبیر جوړوونکو څخه دی. مخ ۵ له ۱۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَـٰتُنَا قَالُوا۟ قَدْ سَمِعْنَا لَوْ نَشَآءُ لَقُلْنَا مِثْلَ هَـٰذَآ ۙ إِنْ هَـٰذَآ إِلَّآ أَسَـٰطِيرُ ٱلْأَوَّلِينَ ﴿٣١﴾
او کله چې ولوستل شي په دوی باندې آیتونه زمونږ دوی دحق سره دضد له وجې نه او دتکبر له وجې نه وايې: بیشکه اوریدلی ومونږ ددې په شان مخکې لدې نه، که چیرته مونږ غوښتلی وی چې ددې قران په شان ووایو نو مونږ به ویلی وی، ندی دا قران چې مونږ اوریدلی مګر دپخوانیو خلکو دروغ دي؛ نو مونږ هیڅکله په دې باندې ایمان نه راوړو
وَإِذْ قَالُوا۟ ٱللَّهُمَّ إِن كَانَ هَـٰذَا هُوَ ٱلْحَقَّ مِنْ عِندِكَ فَأَمْطِرْ عَلَيْنَا حِجَارَةًۭ مِّنَ ٱلسَّمَآءِ أَوِ ٱئْتِنَا بِعَذَابٍ أَلِيمٍۢ ﴿٣٢﴾
او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې مشرکینو وویل: ای الله که چیرته هغه دین چې محمد پرې راتګ کړی حق وي نو ته راووروه په مونږ باندې کاڼي له اسمانه چې مونږ هلاک کړي، او یا مونږ لره سخت عذاب راکړه، دوی دا خبرې دزیات انکار او مخ اړولو له وجې نه کړې وې
وَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنتَ فِيهِمْ ۚ وَمَا كَانَ ٱللَّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ ﴿٣٣﴾
او ندی الله تعالی چې عذاب ورکړي ستا امت ته -برابره خبره ده که چا ستا دعوت منلی او که نه يي دی منلی (مسلمانان دی که کافران)- په داسې یو عذاب سره چې ددوی جرړي وباسي او ته -ای محمده- ژوندی يې ددوی ترمنځ يې، نو ستا شتوالی ددوی تر منځ دوی لره له عذاب څخه ژغورونکي دي، او ندی الله تعالی چې دوی ته عذاب ورکړي او حال دا چې دوی دالله تعالی څخه دخپلو ګناهونو بخښنه غواړي
وَمَا لَهُمْ أَلَّا يُعَذِّبَهُمُ ٱللَّهُ وَهُمْ يَصُدُّونَ عَنِ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ وَمَا كَانُوٓا۟ أَوْلِيَآءَهُۥٓ ۚ إِنْ أَوْلِيَآؤُهُۥٓ إِلَّا ٱلْمُتَّقُونَ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٣٤﴾
أك ثرهم لا يعلمون او څه شی ددوی له عذاب څخه منع کول کوي حال دا چې دوی کړي هغه څه چې دوی دعذاب مستحق شوي دبندولو ددوی خلکو لره دمسجد حرام نه د طواف کولو او دلمونځ کولو نه پدې کې؟ او ندي مشرکان دالله تعالی دوستان، نو ندي دوستان دالله تعالی مګر نیکان خلک هغوی چې ویریږي دهغه نه په عملي کولو دحکمونو دهغه او په ځان ساتلو سره دنواهیو دهغه څخه، خو لیکن ډیر مشرکان په دې نه پوهیږي کله چې دوی دعوه کوي چې ګویا کې دوی ددې دوستان دي، او حال دا چې دوی دالله تعالی دوستان نه دي
وَمَا كَانَ صَلَاتُهُمْ عِندَ ٱلْبَيْتِ إِلَّا مُكَآءًۭ وَتَصْدِيَةًۭ ۚ فَذُوقُوا۟ ٱلْعَذَابَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ ﴿٣٥﴾
او نه وو لمونځ دمشرکینو دمسجد حرام په خوا کې مګر شپیلي وهل او چک چکي کول وو، نو وڅکئ -ای مشرکینو- عذاب په وژلو او بندي کیدلو سره دبدر په ورځ ستاسو دکفر له وجې نه په الله تعالی باندې، او ستاسو ددروغ ګڼلو نه دهغه پیغمبر لره
إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ يُنفِقُونَ أَمْوَٰلَهُمْ لِيَصُدُّوا۟ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ ۚ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةًۭ ثُمَّ يُغْلَبُونَ ۗ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِلَىٰ جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ ﴿٣٦﴾
بیشکه هغه کسان چې په الله تعالی يې کفر کړی؛ خرچ کوي مالونو خپلو لره لپاره دبندولو دخلکو دالله تعالی له دین څخه، نو زر دی چې دوی به خرچ کوي دې مالونو لره او حال دا دی چې نه به پوره کیږي دوی لره هغه څه چې دوی يې غواړي، بیا به عاقبت ددوی دمالونو دخرچ کولو افسوس وي؛ دوجې دتللو دمالونو د دوی او دوجې دنه حاصلیدلو دمقصود ددوی، بیا به دوی ناکام کړی شي په کامیابیدلو دمومنانو په دوی باندې، او بیشکه هغه کسان چې کفر يې کړی په الله تعالی باندې راجمع کیدلی به شي جهنم ته دقیامت په ورځ، نو ورننویستلی به شي جهنم ته؛ همیشه به وي په دې کې همیشه. مخ ۶ له ۱۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
لِيَمِيزَ ٱللَّهُ ٱلْخَبِيثَ مِنَ ٱلطَّيِّبِ وَيَجْعَلَ ٱلْخَبِيثَ بَعْضَهُۥ عَلَىٰ بَعْضٍۢ فَيَرْكُمَهُۥ جَمِيعًۭا فَيَجْعَلَهُۥ فِى جَهَنَّمَ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْخَـٰسِرُونَ ﴿٣٧﴾
بوتللی به شي دا کافران- هغوی چې خرچ کول يې خپل مالونه دالله تعالی له لا رې څخه دبندولو لپاره- اور دجهنم ته ددې لپاره چې الله تعالی جلا کړي دکافرانو خبیثه ډله دمومنانو له پاکي ډلې نه، او ددې لپاره چې خبیث خلک او کارونه او مالونه دیو بل دپاسه ډیری کړي، نو بیا به وګرځوي دې لره په اور دجهنم کې، بیشکه خاص هم دغه کسان تاوانیان دي؛ ځکه چې همدوی خپل ځانونه او خپل خاندانونه تاوانیان کړي دقیامت په ورځ
قُل لِّلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِن يَنتَهُوا۟ يُغْفَرْ لَهُم مَّا قَدْ سَلَفَ وَإِن يَعُودُوا۟ فَقَدْ مَضَتْ سُنَّتُ ٱلْأَوَّلِينَ ﴿٣٨﴾
ووایه -ای پیغمبره- هغو کسانو ته چې کفر یې کړي په الله تعالی او دهغه په پیغمبر ستا دقوم نه: که چیرته بند شي دوی دخپل کفر نه په الله تعالی او دهغه په پیغمبر، او دبندولو ددوی دلارې دالله تعالی نه هغه چا لره چې ایمان يې پرې راوړی؛ وبه بخښي دوی ته الله تعالی هغه ګناهونه چې دوی کړي، نو اسلام چې دی ختموي هغه ګناهونه چې مخکې چا کړي وي، او که چیرته دوی راوګرځي خپل کفر ته نو بیشکه تیره شوې طریقه دالله تعالی په پخوانیو خلکو کې هغه داسې وه چې کله دوی نسبت ددروغو کړی واو په دې یې همیشوالی کړی وپه تلوار سره يې ورته سزا ورکړې
وَقَـٰتِلُوهُمْ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌۭ وَيَكُونَ ٱلدِّينُ كُلُّهُۥ لِلَّهِ ۚ فَإِنِ ٱنتَهَوْا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ بَصِيرٌۭ ﴿٣٩﴾
او جنګ وکړئ -ای مومنانو- ستاسو ددښمنانو سره دکافرانو نه تر دې چې پاتي نشي شرک او نه بندول مسلمانانو لره دالله تعالی ددین نه، او شي دین او تابعداري خاص الله تعالی ته چې هیڅ شریک ورله پکې نه وي، نو که چیرته کافران بند شول دهغه شرک او بندولو دالله تعالی دلارې نه نو بیا دوی پریږدئ، نو بیشکه الله تعالی خبردار دی ددوی په عملونو، پټ نشي پاتې کیدلی په دې باندې هیڅ یو پټ شي
وَإِن تَوَلَّوْا۟ فَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ مَوْلَىٰكُمْ ۚ نِعْمَ ٱلْمَوْلَىٰ وَنِعْمَ ٱلنَّصِيرُ ﴿٤٠﴾
او که چیرته دوی مخ واړاوه له هغه څه نه چې دوی ته پرې امر شوی دځان ساتلو دکفر نه او دخلکو دمنع کولو نه دالله تعالی دلارې نه، نو تاسو یقین وکړئ -ای مومنانو- چې بیشکه الله تعالی ستاسو مدد کوونکی دی په دوی باندې، ډیر ښه دوست دی دهغه چا چې دوستي ورسره وکړي، او ډیر ښه مددګار دی دهغه چا چې مدد ورسره وکړي، نو دچا سره چې دوستي وکړي نو دا کامیاب شو، او دچا سره چې مدد وکړي نو یقینا دا کامیاب شو
۞ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّمَا غَنِمْتُم مِّن شَىْءٍۢ فَأَنَّ لِلَّهِ خُمُسَهُۥ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِى ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْيَتَـٰمَىٰ وَٱلْمَسَـٰكِينِ وَٱبْنِ ٱلسَّبِيلِ إِن كُنتُمْ ءَامَنتُم بِٱللَّهِ وَمَآ أَنزَلْنَا عَلَىٰ عَبْدِنَا يَوْمَ ٱلْفُرْقَانِ يَوْمَ ٱلْتَقَى ٱلْجَمْعَانِ ۗ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌ ﴿٤١﴾
ى ه ى ء پوه شئ -ای مومنانو-بیشکه هغه څه چې تاسو دالله تعالی په لا ر کې په جهاد باندې دکافرانو څخه په زوره واخیست، نو دا به پنځه برخې کیږي؛ څلور برخې یې په مجاهدینو ویشل کېږي او پنځمه برخه چې پاتې شوه هغه به بیا پنځه برخې کیږې یوه برخه به یې دالله او درسول لپاره وي هغه به دمسلمانانو په عمومي فايدو کې مصرفیږي، او یوه برخه به یې دنبي-صلی الله علیه وسلم-د خپلوانو لپاره وي چې هغه دهاشم او دمطلب اولاده ده او بله برخه به دیتیمانو لپاره وي او بله برخه به د فقیرانو او مسکینانو وي او بله برخه به دهغه مسافرو لپاره وي چې لا رې پرې پرې شوي، که چېرې پر الله تعالی او پر هغه څه چې پر محمد صلی الله علیه وسلم یې د بدر په ورځ نازل کړي باور لرئ چې په دغه ورځ یې دحق او باطل تر منځ جدایې راوستې وه هغه وخت چې الله تاسو سره ددښمن په مقابل کې مرسته وکړه، دغه الله چې تاسو سره یې مرسته کړې وه پر هر څه قدرت لري
إِذْ أَنتُم بِٱلْعُدْوَةِ ٱلدُّنْيَا وَهُم بِٱلْعُدْوَةِ ٱلْقُصْوَىٰ وَٱلرَّكْبُ أَسْفَلَ مِنكُمْ ۚ وَلَوْ تَوَاعَدتُّمْ لَٱخْتَلَفْتُمْ فِى ٱلْمِيعَـٰدِ ۙ وَلَـٰكِن لِّيَقْضِىَ ٱللَّهُ أَمْرًۭا كَانَ مَفْعُولًۭا لِّيَهْلِكَ مَنْ هَلَكَ عَنۢ بَيِّنَةٍۢ وَيَحْيَىٰ مَنْ حَىَّ عَنۢ بَيِّنَةٍۢ ۗ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَسَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿٤٢﴾
ى رایاد کړئ-مومنانو-کله چې وئ تاسو په نزدې غاړه دکندې مدینې طرف ته او مشرکین په هغه لرې غاړه دکندې وو مدینې طرف ته او قافله تاسو څخه ښکته دبحر غاړې ته نزدې وه که تاسو او مشرکینو یو دبل سره وعده کړې وای چې په بدر کې به مخامخ کیږو ضروربه خلاف کړی وای ځینو ستاسو دځینو سره لیکن الله تعالی یوځای کړئ تاسوپه بدرکې په غیر دوعدې نه ددې لپاره چې پوره کړي فیصله کړای شوی کار چې هغه دمومنانو مدد او دکافرانو شرمول او دخپل دین پیاوړي کول او دشرک ذلیله کول دي او ددې لپاره چې مړ شي هغه چې مري ددوي نه پس دقايمولو دحجت نه په هغه باندې په سبب دغلبې دمومنانو په کافرانو سره دکموالي مخ ۷ له ۱۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر دکسانو او دوسايلو او ژوندي به پاتې شي څوک چې ژوندي پاتي شو سره دواضحه دلیل نه چې الله تعالی ورته ښکاره کړ پس پاتې به نه شي دهیچا دپاره دالله تعالی په وړاندې څه دلیل[عذر]چې الله تعالی ته یې پیش کړي الله تعالی دهر چا خبرې اوري او دهر چا په کارونو پوه دی، هیڅ شی ددوی دخبرو او دکارونو نه د الله تعالی څخه نه شي پټیدای او الله تعالی به هغوي ته په هغې جزا ورکړي
إِذْ يُرِيكَهُمُ ٱللَّهُ فِى مَنَامِكَ قَلِيلًۭا ۖ وَلَوْ أَرَىٰكَهُمْ كَثِيرًۭا لَّفَشِلْتُمْ وَلَتَنَـٰزَعْتُمْ فِى ٱلْأَمْرِ وَلَـٰكِنَّ ٱللَّهَ سَلَّمَ ۗ إِنَّهُۥ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ ﴿٤٣﴾
یاد کړه-ای پېغمبره- دالله تعالی دنعمتونو څخه په تا او په مومنانو کله چې الله تعالی مشرکین ښودلي وو تاته په خوب کې لږ او بیا دې مومنانو ته ددې خبر ورکړ، هغوي په دې ډیرخوشحاله شول او دهغوی سره یې دجنګ ارادې مضبوطې شوې که الله تعالی مشرکین په خوب کې ډیر درښودلی وای ضرور به ستا دملګرو ارادې کمزورې شوې وې او دجنګ څخه به بیریدلې وای، لیکن الله تعالی ددې څخه روغ وساتل او دناکامۍ څخه یې وژغورل پس هغوي یې درسول-صلی الله علیه وسلم- په سترګو کې لږ وښودل بیشکه الله تعالی پوه دی په هغه څه چې زړونه یې ساتي او په هغه څه چې نفسونه یې پټوي
وَإِذْ يُرِيكُمُوهُمْ إِذِ ٱلْتَقَيْتُمْ فِىٓ أَعْيُنِكُمْ قَلِيلًۭا وَيُقَلِّلُكُمْ فِىٓ أَعْيُنِهِمْ لِيَقْضِىَ ٱللَّهُ أَمْرًۭا كَانَ مَفْعُولًۭا ۗ وَإِلَى ٱللَّهِ تُرْجَعُ ٱلْأُمُورُ ﴿٤٤﴾
رایاد کړئ-ای مومنانو-هغه وخت کله چې تاسو له مشرکانو سره مخامخ شوئ نو لږ یې وښودل تاسو ته، او الله زړور کړئ تاسو په حمله کولو پر مشرکینو په وخت د جنګ کې اولږ یې وښودئ تاسو دهغوی په سترګو کې، پس راوړاندې شول هغوی هم ستاسو جنګ ته او پر شا ګرځېدل یې په فکرکې هم نه راتله ددې لپاره چې پوره کړي الله هغه کار چې فیصله یې کړای شوې وه، لپاره دبدلې اخیستلو دمشرکینو څخه په قتلولو او بندیانولو [د مومنانو په لا س] او دنعمت ور کولو لپاره مومنانوته په مدد او غلبې سره په دشمنانو او یو الله ته ورګرځي ټول کارونه، پس بد عمله ته به دهغه دبدۍ سزا ورکړي او نیک عمله ته به دهغه دنیک عمل اجرورکړي
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةًۭ فَٱثْبُتُوا۟ وَٱذْكُرُوا۟ ٱللَّهَ كَثِيرًۭا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿٤٥﴾
ای هغه کسانو چې په الله یې ایمان راوړی او دهغه درسول تابعداري یې کړې کله چې مخامخ شوئ یوې ډلې دکافرانو سره کلک شئ په وخت دجنګ کې هغوي سره او مه بزدله کیږئ او الله ډیر یادوئ او دعاګانې ور څخه غواړئ هغه دهغوی پر ضد تاسو سره دمرستې ځواک لري په دې هیله چې تاسو ته هغه څه در ورسيږي چې غواړئ یې، او له هغه څه مو وژغوري چې تاسو ترې ډارېږئ
وَأَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَلَا تَنَـٰزَعُوا۟ فَتَفْشَلُوا۟ وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ ۖ وَٱصْبِرُوٓا۟ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلصَّـٰبِرِينَ ﴿٤٦﴾
په خپلو ویناوو او کړنو او ټولو حالاتو کې دالله تعالی او دهغه درسول صلی الله علیه وسلم پېروي وکړئ، او په خپلو نظریاتو کې اختلاف مه کوئ، ځکه چې اختلاف ستاسو دکمزورتیا او بې زړه توبلا مل ګرځي، او ستاسي قوت او ځواک وړي، او دښمن سره دجنګ پر مهال صبر وکړئ بیشکه دالله تعالی مرسته او تایید دصبر کوونکو سره مل دي، او چا سره چې الله مل شو نو له شک پرته هماغه برلاسی او بریالی دی
وَلَا تَكُونُوا۟ كَٱلَّذِينَ خَرَجُوا۟ مِن دِيَـٰرِهِم بَطَرًۭا وَرِئَآءَ ٱلنَّاسِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ ۚ وَٱللَّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌۭ ﴿٤٧﴾
اومه کیږئ په شان دهغه مشرکینو چې راوتي وو دمکې نه په تکبر او ځان ښودنه کې خلکوته او بندول یې خلک دالله ددین نه او منعه کول یې دداخلیدونه په هغې کې او الله به هغه څه چې دوی یې کوي راګیروونکی دی پټ نه پاتې کیږي په الله باندې هیڅ شی ددوی دعملونو نه اوضرور به بدله ورکړي په هغې باندې
وَإِذْ زَيَّنَ لَهُمُ ٱلشَّيْطَـٰنُ أَعْمَـٰلَهُمْ وَقَالَ لَا غَالِبَ لَكُمُ ٱلْيَوْمَ مِنَ ٱلنَّاسِ وَإِنِّى جَارٌۭ لَّكُمْ ۖ فَلَمَّا تَرَآءَتِ ٱلْفِئَتَانِ نَكَصَ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ وَقَالَ إِنِّى بَرِىٓءٌۭ مِّنكُمْ إِنِّىٓ أَرَىٰ مَا لَا تَرَوْنَ إِنِّىٓ أَخَافُ ٱللَّهَ ۚ وَٱللَّهُ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ ﴿٤٨﴾
ى ى ه رایاد کړئ -ای مومنانو-د الله تعالی دنعمتونو نه په تاسو کله چې ښايسته کړي وو شیطان کافرو ته بد عملونه دهغوی او رازړور کړي یې وو په جنګ دمسلمانانو او ویلي یې وو ورته چې نشته نن ورځ په تاسو باندې څوک زورور او زه هم ستاسو مرستندوی او پناه درکوونکی یم ددښمن څخه، کله چې مخامخ شوې هغه دوه ډلې، دمومنانو له ډلې سره ملايکو مرسته کوله او دمشرکینو ډلې سره هغه شیطان وو چې ضرور یې وشرمول، شیطان شا واړوله په تیښته او ویې ویل بیشکه زه بیزاره یم د مخ ۸ له ۱۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ستاسو نه یقینا زه هغه ملايک ګورم، کوم چې دمؤمنانو دمدد لپاره راغلي، بیشکه زه ویریږم په هلاکت خپل، او الله تعالی سخت عذاب ورکولو والا ذات دی او د هغه دعذاب توان هېڅوک نلري
إِذْ يَقُولُ ٱلْمُنَـٰفِقُونَ وَٱلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌ غَرَّ هَـٰٓؤُلَآءِ دِينُهُمْ ۗ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ فَإِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌۭ ﴿٤٩﴾
رایادکړئ کله چې ویلي وو منافقانو او ضعیفه مؤمنانو:دوکه کړي دې مسلمانانولره دین ددوی هغه چې وعده کوي ددوی سره په مدد په خلاف ددښمن ددوی سره د لږوالي دعدد او دکمزورو وسايلو او سره دډیروالي ددښمن په تعداد کې او سره دمضبوطو مهماتو دهغوی او په دې نه دي پوه دا کافر بیشکه دچا چې بروسه وي په یو الله او کلک باور لري دالله تعالی په هغه وعده دمدد چې دده سره یې کړېده چې یقینا الله دده مدد کوونکی دی او هیڅکله به ونه شرموي هغه لره هر څومره چې هغه کمزوری وي الله زورور دی هیڅوک ورباندې زورور نشته او حکمت والا ذات دی پخپله فیصله او شریعت کې
وَلَوْ تَرَىٰٓ إِذْ يَتَوَفَّى ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ۙ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَـٰرَهُمْ وَذُوقُوا۟ عَذَابَ ٱلْحَرِيقِ ﴿٥٠﴾
که لیدلای وای تا-ای پیغمبره-هغه کسان چې کفر یې کړی وپه الله او دهغه په رسول کله چې اخلي ملائک روحونه دهغوي په داسې حال کې چې راکاږي ورڅخه روحونه او وهي یې په مخونو کله چې ورته مخامخ وي او په شاګانوکله چې شا ورواړوي اوتښتي او ورته وایې:وڅکئ-ای کافرو-سوزوونکی عذاب که دا حالت وګورې خاماخا یو لوی شان والا کار به وګورې
ذَٰلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيكُمْ وَأَنَّ ٱللَّهَ لَيْسَ بِظَلَّـٰمٍۢ لِّلْعَبِيدِ ﴿٥١﴾
دا دردوونکی عذاب په وخت داخیستلو دروحونو ستاسو کې-ای کافرو-او دا سوزوونکی عذاب ستاسو لپاره په قبرونو او اخرت کې سبب ددې هغه څه دي چې کړي لا سونو ستاسو په دنیا کې پس الله تعالی په خلکو ظلم نه کوي بیشکه فیصله کوي په مینځ ددوی کې په عدل سره پس الله فیصله کوونکی دیىپه انصاف سره
كَدَأْبِ ءَالِ فِرْعَوْنَ ۙ وَٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَفَرُوا۟ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ فَأَخَذَهُمُ ٱللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ قَوِىٌّۭ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ ﴿٥٢﴾
او دا عذاب یواځې ددې کافرو پورې ځانګړی نه و، بلکه دا دالله تعالی روانه طریقه ده دټولو کافرو سره په هر وخت او هرځای کې، په تحقیق سره رسیدلای و دغسې عذاب فرعونیانو ته او هغه امتونو ته چې پخوا دهغوی څخه وو کله یې چې دالله تعالی په آیتونو کفر کړی وو رانیولي وو الله په سبب دګناهونو دهغوی نیول د زورور او باقدرته ذات، الله ورباندې خپل عذاب نازل کړی و، بیشکه الله قوي دی څوک ورباندې زورورکیدای نه شي او څوک ورباندې قوي کیدای نه شي، سخت عذاب ورکولو والا ذات دی هغه چاته چې نافرماني کړیده
ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ لَمْ يَكُ مُغَيِّرًۭا نِّعْمَةً أَنْعَمَهَا عَلَىٰ قَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا۟ مَا بِأَنفُسِهِمْ ۙ وَأَنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌۭ ﴿٥٣﴾
ددې سخت عذاب سبب دا وچې بیشکه الله تعالی په یو قوم دیو نعمت پیرزو وکړي دخپل طرف نه، بیرته یې ورڅخه نه اخلي تر څو چې هغه قوم خپل ښه حالت په بد حالت نه وې بدل کړی، ایمان او دالله تعالی دحکمونو تابعداري او دنعمتونو شکر یې په کفر او دالله تعالی په نافرمانۍاو دهغه دنعمتونو په ناشکرۍ نه وي بدل کړی او بیشکه الله تعالی همیشه اوري خبرې دبنده ګانو او همیشه پوه دی دهغوی په کارونو او هیڅ شی دهغوی دخبرو او دکارونو څخه په الله تعالی پټ نه دی. ل
كَدَأْبِ ءَالِ فِرْعَوْنَ ۙ وَٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِ رَبِّهِمْ فَأَهْلَكْنَـٰهُم بِذُنُوبِهِمْ وَأَغْرَقْنَآ ءَالَ فِرْعَوْنَ ۚ وَكُلٌّۭ كَانُوا۟ ظَـٰلِمِينَ ﴿٥٤﴾
كانوا ظلمين شان ددې کافروپه شان دنورو دی چاچې کفر کړی وپه الله لکه-فرعونیان-او هغه امتونه چې نسبت ددرواغو یې کړی ومخکې دهغوي نه، نسبت ددرواغویې کړی وایتونو درب خپل ته پس هلاک کړي وو الله تعالی په سبب دګناهونو دهغوي او هلاک کړي وو الله تعالی فرعونیان په غرقولو په بحر کې اوټول فرعونیان او پخواني امتونه ظالمان وو په سبب دکفر کولو دهغوی په الله او په سبب دشرک دهغوی دالله تعالی سره نو طلب کړی یې وپه دې وجه عذاب دالله پس الله تعالی هم ورباندې واقع کړ. مخ ۹ له ۱۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
إِنَّ شَرَّ ٱلدَّوَآبِّ عِندَ ٱللَّهِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿٥٥﴾
بیشکه بدترین دهغه موجوداتو نه چې حرکت کوي په ځمکه هغه کسان دي چې کفر یې کړی په الله او دهغه په پیغمبرانو او ایمان نه راوړي اګر که هر قسم نښه [معجزه] ورته راشي دوجې دادامې ورکولو خپل کفر ته بیشکه ټول وسايل دهدايت ددوی فلج شوي:عقل،اوریدل،او لیدل[دا دهدایت وسایل وو الله ورکړي وو خو په کار یې وانه اچول]
ٱلَّذِينَ عَـٰهَدتَّ مِنْهُمْ ثُمَّ يَنقُضُونَ عَهْدَهُمْ فِى كُلِّ مَرَّةٍۢ وَهُمْ لَا يَتَّقُونَ ﴿٥٦﴾
هغه کسان چې غوټه شوي وو دهغوی سره لوظونه اوکلکې وعدې لکه-بنو قریظه-بیا به یې ماتول خپل لوظونه بار بار او دالله تعالی څخه نه بیریدل نو پخپلو وعدو یې پوره والی هم نه کاوه اوضروري یې نه ګڼلې هغه کلکې وعدې چې ورڅخه اخیستل شوې وې
فَإِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِى ٱلْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِم مَّنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ ﴿٥٧﴾
که چیرته مخامخ شوې ددوی سره-ای پیغمبره-په جنګ کې دهغه کسانو سره چې دا وعدې ماتوي سخته عبرتناکه سزا ورکړه تر دې چې نور یې په حال خبر شي او عبرت ورڅخه واخلي نو هغوی به ستا دجنګ او دستا په خلاف ستا ددښمنانو غالبه کولوڅخه په تا وبیریږي
وَإِمَّا تَخَافَنَّ مِن قَوْمٍ خِيَانَةًۭ فَٱنۢبِذْ إِلَيْهِمْ عَلَىٰ سَوَآءٍ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ ٱلْخَآئِنِينَ ﴿٥٨﴾
که چیرته وبیریدې-ای پیغمبره-د هغه قوم نه چې وعده یې درسره کړې وه؛ ددوکې اویا دوعدې دماتولو نه په یوه علامه چې ښکاره شوه تاته نو خبر ورکړه هغوی ته په ماتولو دوعدې تر دې چې برابرشې هغوی ستا سره په خبرتیا کې په ماتولو دوعدې او ته مه مخکې کیږه په خیانت کې په هغوی باندې مخکې دهغوی دخبرولو نه، بیشکه دوعدې په ماتولوکې پټه غبته(سیالي)خیانت دی اوالله مینه نه کوي دخاینانوسره بلکه بغض ورسره کوي نو دخیانت څخه وبیریږه
وَلَا يَحْسَبَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ سَبَقُوٓا۟ ۚ إِنَّهُمْ لَا يُعْجِزُونَ ﴿٥٩﴾
ګمان دې نه کوي کافران چې بیشکه دوی خلاص شول دالله تعالی دعذاب نه او یا یې اړولی دی هغې لره، یقینا دوی نه ورڅخه خلاصیدای شي او نه یې دځانه څخه اړولای شي، بلکه دوی ته رسیدلای او ورپورې نښتی
وَأَعِدُّوا۟ لَهُم مَّا ٱسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍۢ وَمِن رِّبَاطِ ٱلْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِۦ عَدُوَّ ٱللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَءَاخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ ٱللَّهُ يَعْلَمُهُمْ ۚ وَمَا تُنفِقُوا۟ مِن شَىْءٍۢ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لَا تُظْلَمُونَ ﴿٦٠﴾
ه ء پوه شئ-ای مومنانو-څومره چې ستاسوتوان وي په تیارولو دکسانو او داسلحو لکه نښه ویشتل، تیار کړئ دې کافرانوته هغه اسونه چې تاسو بند کړي دالله په لا ر کې نو بیروئ تاسو په دې سره دالله دښمنان او ستاسو دښمنان دهغه کافرانو څخه چې انتظار کوي په تاسو دبدو حوادثو او بیروئ په دې سره نورکافران چې هغوی تاسو ته نه دي معلوم او نده معلومه تاسو ته دهغوی هغه دښمني چې پټه کړې یې ده تاسو ته په زړونو کې بلکه یو الله پوه دی په هغوی او پوهه دی په هغه څه چې هغوی یې پټوي په خپلو زړونو کې او هغه څه چې تاسو یې خرچه کوئ دڅه مال نه که هغه لږ وي او که ډیر وي، دهغې پر ځای الله تعالی تاسو ته نور پریږدي په دنیاکې او درکوي تاسو ته دهغې پوره ثواب په آخرت کې نه نیمګړی، پس تلوار وکړئ مال خرچه کولو ته دالله تعالی په لا رکې
۞ وَإِن جَنَحُوا۟ لِلسَّلْمِ فَٱجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ ۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ ﴿٦١﴾
که دوی مایل شول صلحې ته او تاسره یې جنګ کول پریښودل، نو ته هم مایل شه-ای پیغمبره-صلحې ته او معاهده ورسره وکړه او په الله تعالی ځان وسپاره او دالله تعالی په ساتنه کلک باور ولره هېڅکله الله تا نه شرموي بیشکه دا الله همیشه دبنده ګانو خبرې اوري او همیشه دهغوی په نیتونو او عملونو پوه دی. مخ ۱۰ له ۱۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَإِن يُرِيدُوٓا۟ أَن يَخْدَعُوكَ فَإِنَّ حَسْبَكَ ٱللَّهُ ۚ هُوَ ٱلَّذِىٓ أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِۦ وَبِٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿٦٢﴾
که قصدکړی وهغوی په میلان کولو صلحې ته او په پریښولو دجنګ ددوکه کولوستا-ای پیغمبره-په دې صلحه ددې لپاره چې تیاری ونیسي ستا دجنګ بیشکه الله تعالی پوره دی ستا لپاره دهغوی دمکر او ددوکې په مقابل کې او الله هغه ذات دی چې ته یې مضبوط کړی یې پخپل مدد او مضبوط کړی یې ته په مرسته دمومنانو د مهاجرینو او انصارو نه
وَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ ۚ لَوْ أَنفَقْتَ مَا فِى ٱلْأَرْضِ جَمِيعًۭا مَّآ أَلَّفْتَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ وَلَـٰكِنَّ ٱللَّهَ أَلَّفَ بَيْنَهُمْ ۚ إِنَّهُۥ عَزِيزٌ حَكِيمٌۭ ﴿٦٣﴾
حكيم اوالله تعالی یوځای کړي وو زړونه دهغه مومنانوچې ستا مدد یې ورباندې کړی وو پس له هغې چې هغه جدا وو که خرچه کړای وای تا هغه مال چې په ځمکه کې دی ددې لپاره چې ته ددوی دا ټوټه ټوټه زړونه رایوځای کړې تابه نه ورا یو ځای کړي، لیکن یو الله تعالی رایوځای کړل، بیشکه الله تعالی پخپله پاچاهۍ کې زورور دی هېڅوک پرې زورور کیدای نه شي او حکمت والا ذات دی پخپله فیصله، تدبیر او شریعت کې
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ حَسْبُكَ ٱللَّهُ وَمَنِ ٱتَّبَعَكَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿٦٤﴾
ای نبي بیشکه الله تعالی پوره دی ددښمنانو دشر په مقابل کې او ستا په ملګرتوب کې دمومنانو هم کافي دی، پس پر الله بروسه او اعتماد وکړه
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ حَرِّضِ ٱلْمُؤْمِنِينَ عَلَى ٱلْقِتَالِ ۚ إِن يَكُن مِّنكُمْ عِشْرُونَ صَـٰبِرُونَ يَغْلِبُوا۟ مِا۟ئَتَيْنِ ۚ وَإِن يَكُن مِّنكُم مِّا۟ئَةٌۭ يَغْلِبُوٓا۟ أَلْفًۭا مِّنَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌۭ لَّا يَفْقَهُونَ ﴿٦٥﴾
ای نبي مؤمنان جګړې ته وهڅوه او تیز یې کړه په هغه څه چې مضبوط کړي مورال ددوی او په حرکت راولي دهغوي همتونه؛ که چیرته شي ستاسو نه-ای مومنانو- شل جنګیالي صبر کوونکي په خلاف دکافرانو غالبه به شي په دوه سوه کافرو اوکه شي ستاسو نه سل جنګیالي غالب به شي په زرو کافرو دا په دې وجه چې یقیناکافران داسې قوم دی چې نه پوهیږي په دې چې دالله طریقه دا ده چې دخپلو دوستانو مدد کوي او دښمنان ذلیله کوي او کافران دجنګ هدف نه پیژني هغوی یوازې ددنیایې پرمختګ لپاره جنګیږي
ٱلْـَٔـٰنَ خَفَّفَ ٱللَّهُ عَنكُمْ وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفًۭا ۚ فَإِن يَكُن مِّنكُم مِّا۟ئَةٌۭ صَابِرَةٌۭ يَغْلِبُوا۟ مِا۟ئَتَيْنِ ۚ وَإِن يَكُن مِّنكُمْ أَلْفٌۭ يَغْلِبُوٓا۟ أَلْفَيْنِ بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۗ وَٱللَّهُ مَعَ ٱلصَّـٰبِرِينَ ﴿٦٦﴾
ه اوس الله درڅخه پیټی سپک کړ -ای مومنانو- دهغې کمزورۍ له امله چې په تاسې کې ده، نو پر تاسو یې دمهربانۍ له مخې درڅخه پیټی سپک کړ، نو ویې منله چې ستاسو څخه یو تن دې دلسو پر ځای ددوو کافرو په وړاندې وجنګیږي، که چېرته ستاسو څخه سل تنه صبرکوونکي جنګیالي وي دوی به پر دوه سوو برلاسي شي او که چیرته ستاسو څخه زر صابره وي نو دالله جل جلاله په امر به په دوه زرو برلاسي شي، او الله جل جلاله په ملاتړ او مرستې کې دخپلو صابره مؤمنو بندګانو ملګری دی
مَا كَانَ لِنَبِىٍّ أَن يَكُونَ لَهُۥٓ أَسْرَىٰ حَتَّىٰ يُثْخِنَ فِى ٱلْأَرْضِ ۚ تُرِيدُونَ عَرَضَ ٱلدُّنْيَا وَٱللَّهُ يُرِيدُ ٱلْـَٔاخِرَةَ ۗ وَٱللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌۭ ﴿٦٧﴾
عزيز حكيم نه دي مناسب پیغمبر لره چې وي دې دهغه لپاره بندیان دهغه کافرو نه چې جنګیدل دهغه سره، تردې چې په هغوی کې قتل ډیر کړي ددې لپاره چې په زړونو کې یې ویره راشي، چې بیا دپیغمبر جنګ ته زړه ښه نه کړي تاسواراده لرئ-ای مومنانو-په نیولو دبندیانو دبدر چې فدیه ترې واخلئ، او الله دآخرت اراده لري چې هغه ددین سره په مرستې کولو او پیاوړي کولو سره لا س ته راځي او الله زورور دی په ذات اوصفاتو او غلبه کې، هیڅوک ورباندې برلاسی کیدای نه شي او حکمت والا دی پخپله اندازه او پخپل شریعت کې. مخ ۱۱ له ۱۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
لَّوْلَا كِتَـٰبٌۭ مِّنَ ٱللَّهِ سَبَقَ لَمَسَّكُمْ فِيمَآ أَخَذْتُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌۭ ﴿٦٨﴾
که نه وای لیکل دالله چې مخکې په هغې فیصله شوې او اندازه شوې چې بیشکه الله حلال کړي ستاسو لپاره غنیمتونه او روا کړې یې ده ستاسو لپاره فدیه دبندیانو نو خامخا رسیدلی به وتاسو ته سخت عذاب دالله له طرفه په سبب دهغه غنیمت او هغه فدیې دبندیانو چې اخیستې وه تاسو مخکې دنازلیدلو دوحې نه دالله له طرفه په رواوالي دهغې
فَكُلُوا۟ مِمَّا غَنِمْتُمْ حَلَـٰلًۭا طَيِّبًۭا ۚ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿٦٩﴾
پس خورئ-ای مومنانو-د هغه مال نه چې نیولی مو دی له کافرو څخه په غنیمت کې؛ هغه حلال دی ستاسو لپاره او دالله نه وویریږئ په منلو داوامرو او ځان ساتلو د نواهیو نه بیشکه الله بخښوونکی دی خپلو مؤمنو بنده ګانو ته، همیشه رحم کوونکی دی په هغوی
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ قُل لِّمَن فِىٓ أَيْدِيكُم مِّنَ ٱلْأَسْرَىٰٓ إِن يَعْلَمِ ٱللَّهُ فِى قُلُوبِكُمْ خَيْرًۭا يُؤْتِكُمْ خَيْرًۭا مِّمَّآ أُخِذَ مِنكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ۗ وَٱللَّهُ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿٧٠﴾
ای نبي ووایه دمشرکانو هغه بندیانو ته چې تاسو دبدر په ورځ نیولي او ستاسو په لا سونو کې پریوتي دي:که ستاسو په زړونو کې او یا ستاسو په نیتونو کې څه خیر او صلاح دالله تعالی په علم کې وي دهغه مال په باره کې چې ستاسو نه په فدیه کې واخیستلی شو. نو مه خفه کیږئ هغه مال پسې چې ستاسو څخه په فدیه کې اخیستل شوی دی، الله تعالی به درته ستاسو ګناهونه او الله بخښوونکی دی چې څوک ورته توبه وباسي له خپلو بنده ګانونه او تل ورباندې رحم کوونکی دی، او په تحقیق سره ریښتینې شوه دا وعده دالله دعباس-رضی الله عنه-دنبي-صلی الله علیه وسلم-د کاکا سره او غیر له هغه نه نوروکسانو سره هم چې ایمان یې راوړی و
وَإِن يُرِيدُوا۟ خِيَانَتَكَ فَقَدْ خَانُوا۟ ٱللَّهَ مِن قَبْلُ فَأَمْكَنَ مِنْهُمْ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿٧١﴾
که چیرته دوی ارداه لري -ای محمده -د خیانت کولو تاسره په هغه وینا چې تاته یې ښکاره کوي په تحقیق سره خیانت کړی ودوی دالله سره مخکې لدې نه او په تحقیق سره مرسته کړې وه تاسره الله ددوی پر خلاف، نو قتل شوي وو ددوی نه هغه چې قتل شوي وو او بندیان شوي وو هغه چې بندیان شوي وو پس انتظار دې کوي ددغې سختې سزا که بیادې ناوړه عمل ته راوګرځیدل او الله پوه دی پخپل مخلوق او په هغه څه چې په هغې دوی اصلاح کیږي او حکمت والا ذات دی پخپل تدبیر کې
إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَهَاجَرُوا۟ وَجَـٰهَدُوا۟ بِأَمْوَٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلَّذِينَ ءَاوَوا۟ وَّنَصَرُوٓا۟ أُو۟لَـٰٓئِكَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍۢ ۚ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَلَمْ يُهَاجِرُوا۟ مَا لَكُم مِّن وَلَـٰيَتِهِم مِّن شَىْءٍ حَتَّىٰ يُهَاجِرُوا۟ ۚ وَإِنِ ٱسْتَنصَرُوكُمْ فِى ٱلدِّينِ فَعَلَيْكُمُ ٱلنَّصْرُ إِلَّا عَلَىٰ قَوْمٍۭ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَـٰقٌۭ ۗ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌۭ ﴿٧٢﴾
ى إ ى بیشکه هغه کسانو چې ایمان یې راوړی په الله او ریښتونی یې ګڼلی دهغه رسول اوعمل یې کړی دهغه په شریعت او هجرت یې کړی دکفري ملک نه اسلامي ملک ته او یا هغه ځای ته چې دالله تعالی عبادت هغه ځای کې کولای شي په امن او امان او جهاد یې کړی په مالونو او ځانونو دپاره داوچتولو دالله دکلمې[توحید]او هغه کسانو چې دې مهاجرینوته یې ځای ورکړی پخپلو کورونو کې او دهغوی مرسته یې کړې - دا مهاجرین او هغه کسان چې دهغوی مرسته یې کړې ددې کورونو والا ځینې ددوی دوستان دي دځینو نورو په مرسته کولو کې او هغه کسانو چې ایمان یې راوړی په الله او هجرت یې ندی کړی ددار الکفر نه دار الاسلام ته؛ نشته په تاسو-ای مومنانو-چې دهغوی مرسته وکړئ او حمایه یې کړئ ترڅو چې هجرت وکړي دالله په لیار کې او که کافرانو ورباندې ظلم کړی وو او ستاسو څخه یې مرسته وغوښته بیا یې مرسته وکړئ ددښمن پر خلاف، مګر که وه ستاسو او ددښمن په منځ کې وعده او نه یې وه ماته کړې او الله په هغه څه چې تاسو یې کوئ لیدونکی دی هیڅ شی ورباندې پټ نه دی ستاسو دعملونو څخه او ژر دی سزا به درکړي په هغې
وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍ ۚ إِلَّا تَفْعَلُوهُ تَكُن فِتْنَةٌۭ فِى ٱلْأَرْضِ وَفَسَادٌۭ كَبِيرٌۭ ﴿٧٣﴾
او هغه کسانو چې کفر یې کړی په الله را یوځای کړي هغوی لره کفر پخپل مینځ کې یو دبل سره مرسته کوي، دوستي دې نه کوي دهغوی سره مومن او کافرانو ته دې نه وراوړي(که دا کار وکړي) دمومنانو لپاره به غټه فتنه شي ځکه نه به مومي څوک کومک کوونکی له خپلو دیني ورونو څخه او په زمکه کې به لوی فساد جوړ مخ ۱۲ له ۱۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر شي په سبب دبندولو دالله ددین نه. ق
وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَهَاجَرُوا۟ وَجَـٰهَدُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلَّذِينَ ءَاوَوا۟ وَّنَصَرُوٓا۟ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُؤْمِنُونَ حَقًّۭا ۚ لَّهُم مَّغْفِرَةٌۭ وَرِزْقٌۭ كَرِيمٌۭ ﴿٧٤﴾
ورزق كريم او هغه کسان چې ایمان یې راوړی په الله او هجرت یې کړی دالله په لا ر کې او هغه کسانو چې ځای ورکړی هغه خلکو ته چې دالله په لا ر کې یې هجرت کړی او دهغوی مرسته یې کړې دا کسان په ریښتیا دایمان په صفت موصوف دي او بدله ددوی دالله له طرفه بخښنه دګناهونو ده او رزق عزتمند او هغه جنت دی
وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مِنۢ بَعْدُ وَهَاجَرُوا۟ وَجَـٰهَدُوا۟ مَعَكُمْ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ مِنكُمْ ۚ وَأُو۟لُوا۟ ٱلْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَىٰ بِبَعْضٍۢ فِى كِتَـٰبِ ٱللَّهِ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌۢ ﴿٧٥﴾
ه اوهغه کسان چې ایمان یې راوړی وروسته له هغه مومنانو څخه چې هغوی وړاندیوالی کړی اسلام ته دمهاجرینو او انصارونه او هجرت یې کړی ددار الکفر څخه دارالاسلام ته او جهاد یې کړی دالله په لا رکې ددې لپاره چې دالله کلمه لوړه شي او کلمه دهغه کسانو چې کفر یې کړی دی ښکته شي دا ستاسو څخه دي-ای مومنانو-لازم دي په دوی هغه حقوق کوم چې په تاسولا زم دي او واجب دي په دوی هغه څه چې په تاسو واجب دي او خاوندان دخپلولۍ دالله په حکم کې ځینې د هغوی ډیرلایق دي په ځینو نورو په میراث وړلو کې دمیراث اخیستلو نه په ایمان او هجرت کې، هغه حکم چې مخکې وبیشکه الله په هر شي تل پوه دی، هیڅ شی ورباندې پټ نه دی او الله پوهیږي په هغه څه چې په هغې کې دبنده ګانو اصلاح ده نو همغسې قانون ورته بیاجوړوي. مخ ۱۳ له ۱۳ moc.hgelp