الٓمٓصٓ ﴿١﴾
كتب أنزل إليك فلا يكن فى صدرك حرج منهلتنذر به وذكر للمؤمنين
کور›تفسیر›الأعراف (٧)
مکي · ٢٠٦ آیتونه
الٓمٓصٓ ﴿١﴾
كتب أنزل إليك فلا يكن فى صدرك حرج منهلتنذر به وذكر للمؤمنين
كِتَـٰبٌ أُنزِلَ إِلَيْكَ فَلَا يَكُن فِى صَدْرِكَ حَرَجٌۭ مِّنْهُ لِتُنذِرَ بِهِۦ وَذِكْرَىٰ لِلْمُؤْمِنِينَ ﴿٢﴾
قران کریم یو کتاب دی نازل کړی الله تعالی په تا باندې -ای پیغمبره- نو نه دي وي ستا په سینه کې ددې نه څه تنګستیا او نه شک، رالیږلی یې دی په تا باندې ددې لپاره چې وویروې ته په دې سره خلکو لره، او په دې سره حجت قایم کړې، او پند ورکړې په دې سره مومنانو ته، نو پس خاص هم دوی هغه خلک دي چې د نصیحت نه فایده اخلي
ٱتَّبِعُوا۟ مَآ أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُمْ وَلَا تَتَّبِعُوا۟ مِن دُونِهِۦٓ أَوْلِيَآءَ ۗ قَلِيلًۭا مَّا تَذَكَّرُونَ ﴿٣﴾
تابعدارې وکړئ -ای خلکو- دهغه کتاب چې رالیږلی دی ستاسو رب په تاسو باندې، او دطریقو دخپل پیغمبر، او تابعداري مه کوئ دخواهشاتو دهغه چا چې تاسو یې دوستان ګڼئ دشیطانانو څخه او یا دناکاره علماوو څخه، تاسو دوستي کوئ ددوی سره په داسې حال کې چې پریښودونکي یاست دهغه څه چې نازل شوي دي په تاسو باندې ددې وجې نه چې وسوسه کوي یې دوی ته ددوی خواهشات، یقینا تاسو ډیر لږ پند (نصیحت) قبلوئ؛ داسې که چیرته تاسو پند (نصیحت) قبلولی نو تاسو به په حق باندې بل څه ته ترجیح او غوره والی نه وي ورکړی، او خامخا به تاسو دهغه څه تابعداري کړی وي چې ستاسو پیغمبر پرې راتګ کړی، او په هغه به مو عمل کړی وي، او دهغه نه پرته نور هر څه به مو پریښی وی
وَكَم مِّن قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَـٰهَا فَجَآءَهَا بَأْسُنَا بَيَـٰتًا أَوْ هُمْ قَآئِلُونَ ﴿٤﴾
څومره ډیر دي هغه کلي چې مونږ هلاک کړي په خپل عذاب باندې هر کله چې هغوی همیشوالی وکړ په خپل کفر او ګمراهۍ باندې، نو راغی په هغوی باندې زمونږ سخت عذاب - پداسې حال کې چې هغوی بې خبره و- دشپې یا دورځې، نو هغوی دخپل ځان نه عذاب دفع نه کړی شو، او نه دفع کړو دهغوی نه عذاب دهغوی تش په نامه معبودانو
فَمَا كَانَ دَعْوَىٰهُمْ إِذْ جَآءَهُم بَأْسُنَآ إِلَّآ أَن قَالُوٓا۟ إِنَّا كُنَّا ظَـٰلِمِينَ ﴿٥﴾
نو نه به وحال ددوی وروسته دراتګ دعذاب نه مګر دا چې اقرار به یې کاوه په خپلو ځانونو په ظلم کولو ددوی چې کفر یې کړی وپه الله تعالی باندې
فَلَنَسْـَٔلَنَّ ٱلَّذِينَ أُرْسِلَ إِلَيْهِمْ وَلَنَسْـَٔلَنَّ ٱلْمُرْسَلِينَ ﴿٦﴾
نو خامخا تپوس به وکړو مونږ دقیامت په ورځ دهغو امتونو نه چې مونږ ورته پیغمبران لیږلی وو دهغه جواب باره کې چې دوی پیغمبرانو ته ورکړی و، او خامخا مونږ به تپوس وکړو دپیغمبرانو نه دهغو دتبلیغ باره کې دکوم شي چې دوی ته یې په رسولو امر شوی و، او چې دوی ته ددوی امتونو څه جواب ورکړی و
فَلَنَقُصَّنَّ عَلَيْهِم بِعِلْمٍۢ ۖ وَمَا كُنَّا غَآئِبِينَ ﴿٧﴾
نو خامخا بیان به کړو مونږ په ټولو خلکو عملونه دهغوی هغه چې دوی په دنیا کې کړي وو سره دعلم زمونږ نه، نو یقینا مونږ پوه وو ددوی په ټولو کارونو، پټ نشي پاتې کیدلی په مونږ باندې ددې نه هیڅ شی، او نه وو مونږ بې خبره ددوی نه په هیڅ وخت کې. مخ ۱ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَٱلْوَزْنُ يَوْمَئِذٍ ٱلْحَقُّ ۚ فَمَن ثَقُلَتْ مَوَٰزِينُهُۥ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ ﴿٨﴾
او دعملونو تلل به دقیامت په ورځ په عدل سره وي هغه عدل چې هیڅ زیاتی او ظلم ورسره نه وي، نو دچاچې درنده وختله تله دنیکیو دبدیو په تلې باندې دتول په وخت کې نو خاص همدا هغه کسان دي چې کامیاب شوي په خپل مقصد باندې، او بچ پاتې شوي دهغه څه نه چې ویره ترې کیدلی شي
وَمَنْ خَفَّتْ مَوَٰزِينُهُۥ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ خَسِرُوٓا۟ أَنفُسَهُم بِمَا كَانُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا يَظْلِمُونَ ﴿٩﴾
او دچاچې درنه شوه دتول په وخت تله دبدیو دنیکیو په تله باندې نو یقینا دا هغه کسان دي چې تاوان کې یې اچولي ځانونه خپل په وروستلو دهغې دهلاکت ځایونو ته دقیامت په ورځ، په سبب دانکار کولو ددوی دالله دآیتونو نه
وَلَقَدْ مَكَّنَّـٰكُمْ فِى ٱلْأَرْضِ وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِيهَا مَعَـٰيِشَ ۗ قَلِيلًۭا مَّا تَشْكُرُونَ ﴿١٠﴾
او یقینا مونږ ځای درکړی تاسو ته -ای بنی ادمو- په ځمکه کې، او ګرځولي مو دي ستاسو لپاره په دې کې اسباب دزندګۍ، نو په تاسولا زمه وه چې په دې مو دالله تعالی شکر ادا کړی وی، لیکن ستاسو شکر اداکول ډیر لږ وو
وَلَقَدْ خَلَقْنَـٰكُمْ ثُمَّ صَوَّرْنَـٰكُمْ ثُمَّ قُلْنَا لِلْمَلَـٰٓئِكَةِ ٱسْجُدُوا۟ لِـَٔادَمَ فَسَجَدُوٓا۟ إِلَّآ إِبْلِيسَ لَمْ يَكُن مِّنَ ٱلسَّـٰجِدِينَ ﴿١١﴾
او یقینا مونږ پیداکړی و-ای خلکو- ستاسو پلار ادم -علیه السلام-، بیا مو جوړ کړی وهغه لره په ښایسته شکل کې، او ښایسته مو برابر کړی و، بیا مو ملایکو ته امر کړی وهغه ته په سجدې کولو دهغه داحترام دوجې نه، نو هغوی دالله تعالی حکم ومانه او سجده یې وکړه، لیکن ابلیس انکار وکړ ددې نه چې سجده دې وکړي د لویۍ او عناد له وجې نه
قَالَ مَا مَنَعَكَ أَلَّا تَسْجُدَ إِذْ أَمَرْتُكَ ۖ قَالَ أَنَا۠ خَيْرٌۭ مِّنْهُ خَلَقْتَنِى مِن نَّارٍۢ وَخَلَقْتَهُۥ مِن طِينٍۢ ﴿١٢﴾
الله تعالی ابلیس ته درټنې په شکل وویل: څه شي ته منع کړې زما دحکم منلو نه تاته؛ په سجده کولو سره ادم -علیه السلام- ته؟ ابلیس خپل رب ته په جواب کې وویل: زه دې (خبرې) منع کړم چې زه غوره یم دهغه نه، ځکه تا زه له اور څخه پیداکړی یم، او هغه دې له خټې څخه پیدا کړی، او اور دخټې نه ډیر عزت والا (غوره) دی
قَالَ فَٱهْبِطْ مِنْهَا فَمَا يَكُونُ لَكَ أَن تَتَكَبَّرَ فِيهَا فَٱخْرُجْ إِنَّكَ مِنَ ٱلصَّـٰغِرِينَ ﴿١٣﴾
الله تعالی ابلیس ته وویل: کوز شه ته دجنت نه، نو نه دي لا ئق تا لره چې تکبر وکړې په دې جنت کې؛ ځکه چې دا دپاکو خلکو کور دی، نو تالره نه دي جایز چې ته پدې کې پاتې شې، یقینا ته چې یې ای -ابلیسه- دسپکو او ذلیلانو څخه یې، او اګر که تا ته خپل ځان دادم -علیه السلام- څخه بهتر او غوره ښکاري
قَالَ أَنظِرْنِىٓ إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ ﴿١٤﴾
وویل ابلیس: ای ربه! ماته مهلت راکړه ددوباره راپاڅولو تر ورځې چې خلک له قبرونو څخه د(قیامت ) په ورځ راپاڅیږي، تر څو بې لا رې کړم هغه څوک چې زما پرې وسه رسیږي دخلکو نه
قَالَ إِنَّكَ مِنَ ٱلْمُنظَرِينَ ﴿١٥﴾
الله تعالی ورته وویل: ته چې یې -ای ابلیسه- دمهلت ورکړی شوو نه، دهغو کسانو نه چې ما پرې مرګ لیکلی په ورځ دلومړي پوکي کولو په ښکر کې تر دې چې ټول ژوندې مخلوقات مړه شي، او یوازې او یوازې دهغوی پیداکوونکی به پاتی شي. مخ ۲ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قَالَ فَبِمَآ أَغْوَيْتَنِى لَأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَٰطَكَ ٱلْمُسْتَقِيمَ ﴿١٦﴾
ابلیس وویل: په دې وجه چې تا زه ګمراه کړم تر دې چې ما پریښودل ستا دحکم منل په سجدې کولو سره ادم -علیه السلام- ته خامخا زه به کینم بنی ادمو ته ستا په نیغه لا ره؛ او خامخا اړوم به دوی لره او ګمراه کوم به دوی لره ستا دسمې لا رې نه لکه څنګه چې واړولی شوم دسجدې کولو نه ددوی پلار ادم -علیه السلام- ته
ثُمَّ لَـَٔاتِيَنَّهُم مِّنۢ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَـٰنِهِمْ وَعَن شَمَآئِلِهِمْ ۖ وَلَا تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَـٰكِرِينَ ﴿١٧﴾
بیا به زه راځم دوی ته دهر طرف نه ددې لپاره چې داخرت څخه یې بې رغبته کړم، او ددنیا رغبت ورته ورکړم، او شبهې به ورته اچوم، او خواهشات به ورته خایسته کوم، او ته به نه مومې ډیر ددوی نه شکر کوونکي تا لره؛ دهغه کفر له وجې نه چې زه یې په دوی باندې بیانوم
قَالَ ٱخْرُجْ مِنْهَا مَذْءُومًۭا مَّدْحُورًۭا ۖ لَّمَن تَبِعَكَ مِنْهُمْ لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنكُمْ أَجْمَعِينَ ﴿١٨﴾
الله تعالی ورته وویل: ووځه -ای ابلیسه- دجنت څخه په داسې حال کې چې بد ویلی شوی یې؛ شړل شوی یې دالله تعالی له رحمت څخه، او خامخا زه به ډکوم جهنم دقیامت په ورځ ستا څخه او دهر هغه چا څخه چې ستا تابعداري یې کړې او دخپل رب نافرماني یې کړي
وَيَـٰٓـَٔادَمُ ٱسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ ٱلْجَنَّةَ فَكُلَا مِنْ حَيْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هَـٰذِهِ ٱلشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿١٩﴾
او الله تعالی ادم -علیه السلام- ته وویل: ای ادمه! ووسیږه ته او میرمن ستا حواء په جنت کې، او خورئ دهغه څه نه چې په دې جنت کې دي دپاکو شیانو نه څه چې ستاسو خوښ وي، او مه خورئ تاسو ددې ونې نه (یوه ونه چې الله تعالی دې دواړو ته ښودلې وه) نو که تاسو دواړو ددې نه خوراک وکړ وروسته دمنع کولو زما نه تاسو دواړه لره، نو تاسو به دالله تعالی دپولو څخه دتیریدونکو څخه یاستئ
فَوَسْوَسَ لَهُمَا ٱلشَّيْطَـٰنُ لِيُبْدِىَ لَهُمَا مَا وُۥرِىَ عَنْهُمَا مِن سَوْءَٰتِهِمَا وَقَالَ مَا نَهَىٰكُمَا رَبُّكُمَا عَنْ هَـٰذِهِ ٱلشَّجَرَةِ إِلَّآ أَن تَكُونَا مَلَكَيْنِ أَوْ تَكُونَا مِنَ ٱلْخَـٰلِدِينَ ﴿٢٠﴾
نو ابلیس دې دواړو ته پټه خبره (وسوسه) واچوله؛ ددې لپاره چې ښکاره کړي دې دواړو ته هغه چې پټ شوي ددې دواړو دعورتونو نه، او دې دواړو ته یې وویل: تاسو دواړه الله تعالی ددې ونې له خوراک څخه منع کړي نه یاست مګر دبد ګڼلو ددې وجې نه چې تاسو دواړه شئ ملایکې، او یا دبد ګڼلو ددې وجې نه چې تاسو دواړه په جنت کې دهمیشه اوسیدونکو څخه شئ
وَقَاسَمَهُمَآ إِنِّى لَكُمَا لَمِنَ ٱلنَّـٰصِحِينَ ﴿٢١﴾
او دې دواړو ته یې په الله تعالی قسم وکړ: یقینا زه یم تاسو لره -ای ادم او حواء- دخیرخواهانو څخه په هغه څه کې چې ما تاسو ته مشوره درکړه
فَدَلَّىٰهُمَا بِغُرُورٍۢ ۚ فَلَمَّا ذَاقَا ٱلشَّجَرَةَ بَدَتْ لَهُمَا سَوْءَٰتُهُمَا وَطَفِقَا يَخْصِفَانِ عَلَيْهِمَا مِن وَرَقِ ٱلْجَنَّةِ ۖ وَنَادَىٰهُمَا رَبُّهُمَآ أَلَمْ أَنْهَكُمَا عَن تِلْكُمَا ٱلشَّجَرَةِ وَأَقُل لَّكُمَآ إِنَّ ٱلشَّيْطَـٰنَ لَكُمَا عَدُوٌّۭ مُّبِينٌۭ ﴿٢٢﴾
نو راویې غورځول دا دواړه دهغې منزلې چې دا دواړه پکې وو په دوکې او فریب سره، نو هر کله چې دې داوړو دهغې ونې نه خوراک وکړ چې منع کړی شوي ترې وو ښکاره شو دې دواړو ته ددوی دواړو پټ عورت، نو شروع شول دواړه چې لږولې یې په خپلو عورتونو پورې دجنت دپاڼو نه؛ ددې لپاره چې پټ کړي په دې سره خپل عورتونه، او اواز وکړ دوی ته رب ددوی او داسې يې ورته وفرمایل: آیا ما نه وئ منع کړي تاسو دخوراک ددې ونې نه، او تاسو دواړو ته ما نه وویلی په داسې حال کې چې ویرولي مې وئ: چې بیشکه شیطان ستاسو لپاره دښمن دی دښکاره دښمنۍ والا؟!. مخ ۳ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قَالَا رَبَّنَا ظَلَمْنَآ أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ ٱلْخَـٰسِرِينَ ﴿٢٣﴾
ادم -علیه السلام- او حواء وویل: ای زمونږه ربه! مونږ زیاتی کړی په خپلو ځانونو باندې په کولو دهغه څه چې مونږ ترې منع شوي وو چې هغه خوراک دهغې ونې نه و، او که چیرې ته مونږ ته ونه بخښې ګناهونه زمونږ او رحم ونه کړې پر مونږ باندې په خپل رحمت سره، نو خامخا مونږ به شو دتاوانیانو نه په ضایع کولو زمونږ برخې لره په دنیا او اخرت کې. و ر
قَالَ ٱهْبِطُوا۟ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّۭ ۖ وَلَكُمْ فِى ٱلْأَرْضِ مُسْتَقَرٌّۭ وَمَتَـٰعٌ إِلَىٰ حِينٍۢ ﴿٢٤﴾
الله تعالی ادم -علیه السلام- او حواء او ابلیس ته وویل: کوز شئ تاسو دجنت نه ځمکې ته، او شئ به ځيني ستاسو ځینو نورو لره دښمنان، او شته ستاسو لپاره په ځمکه کې ځای داوسیدلو تر معلوم وخت پورې، او فایده اخیستل دي ستاسو لپاره تر نیټې مقررې پورې. قال فيها تحيون وفيها تموتون ومنها تخرجون
قَالَ فِيهَا تَحْيَوْنَ وَفِيهَا تَمُوتُونَ وَمِنْهَا تُخْرَجُونَ ﴿٢٥﴾
الله تعالی وویل ادم -علیه السلام- او حواء او دهغوی اولادې ته: په دې ځمکه کې به تاسو ژوندي یاست څومره موده چې الله تعالی تاسو ته مقرر کړې، او په دې کې به تاسو مړه کیږئ او خښیږئ به، او ستاسو دقبرونو نه به بیا تاسو راژوندي کیږئ
يَـٰبَنِىٓ ءَادَمَ قَدْ أَنزَلْنَا عَلَيْكُمْ لِبَاسًۭا يُوَٰرِى سَوْءَٰتِكُمْ وَرِيشًۭا ۖ وَلِبَاسُ ٱلتَّقْوَىٰ ذَٰلِكَ خَيْرٌۭ ۚ ذَٰلِكَ مِنْ ءَايَـٰتِ ٱللَّهِ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ ﴿٢٦﴾
يذك رون ای اولاد دادم -علیه السلام-! یقینا ګرځولی مونږ تاسو لره لباس (جامې) ضرور دي ستاسو دعورتونو دپټولو لپاره، او ګرځولي مو دی تاسو لره لباس (جامې) دپوروالي چې تاسو پرې ځان ښایسته کوئ دخلکو تر منځ، او لباس (جامې) دتقوی -چې هغه عملي کول دي دهغه څه چې الله تعالی پرې امر کړی او ځان ساتل دي دهغه څه نه چې هغه ترې منع فرمایلې- ډیر غوره دی ددې حسي لباس (جامو) نه، دا چې بیان شو دلباس (جامو) نه دا دالله تعالی په قدرتونو ددلالت کوونکو نخښو څخه دي، شاید چې تاسو دهغه نعمتونه رایاد کړئ نو شکر به یې اداء کړئ
يَـٰبَنِىٓ ءَادَمَ لَا يَفْتِنَنَّكُمُ ٱلشَّيْطَـٰنُ كَمَآ أَخْرَجَ أَبَوَيْكُم مِّنَ ٱلْجَنَّةِ يَنزِعُ عَنْهُمَا لِبَاسَهُمَا لِيُرِيَهُمَا سَوْءَٰتِهِمَآ ۗ إِنَّهُۥ يَرَىٰكُمْ هُوَ وَقَبِيلُهُۥ مِنْ حَيْثُ لَا تَرَوْنَهُمْ ۗ إِنَّا جَعَلْنَا ٱلشَّيَـٰطِينَ أَوْلِيَآءَ لِلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿٢٧﴾
ای اولاد دادم -علیه السلام-! دوکه دې نه کړي تاسو لره شیطان په ښایسته کولو دګناه سره چې پریږدئ حسې لباس (جامې) دعورت دپټولو او یا پریږدئ دتقوی لباس (جامې)، نو یقینا دوکه کړي یې وو ستاسو مور او پلار په ښایسته کولو سره خوراک لره دهغې ونې نه (چې دوی ترې الله تعالی منع کړي وو) تر دې چې اخري انجام یې دا شو چې دواړه یې دجنت څخه راوویستل، او ښکاره شو دواړو ته ددوی عورتونه، بیشکه شیطان او دهغه اولاده ویني تاسو لره او تاسو هغوی نه وینئ، نو په تاسولا زم دي ځان ساتل دهغه نه او دهغه داولادې نه، بیشکه مونږ ګرځولي شیطانان دوستان هغو خلکو لره چې په الله تعالی ایمان نه راوړي، او هر چې مومنان دي هغه کسان چې نیک کارونه کوي نو دشیطان په هغوی باندې هیڅ وسه نه رسیږي
وَإِذَا فَعَلُوا۟ فَـٰحِشَةًۭ قَالُوا۟ وَجَدْنَا عَلَيْهَآ ءَابَآءَنَا وَٱللَّهُ أَمَرَنَا بِهَا ۗ قُلْ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَأْمُرُ بِٱلْفَحْشَآءِ ۖ أَتَقُولُونَ عَلَى ٱللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ ﴿٢٨﴾
لا تعلمون او کله چې وکړي مشرکان یو کار چې دير بد وي لکه شرک او دبیت الله شریف نه بربنډ طواف او یا داسې نور، نو دوی دا بهانه کوي چې بیشکه دوی موندلي وو پلرونه ددوی چې دا کارونه یې کول، او یقینا الله تعالی دوی ته په دې باندې حکم کړی و، ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره-!. بیشکه الله تعالی امر نه کوي په ګناهونو باندې، بلکې منع کوي دګناهونو نه، نو څرنګه تاسو په هغه باندې دا دعوا کوئ؟ آیا تاسو وایې -ای مشرکانو- په الله تعالی باندې هغه څه چې تاسو پرې نه پوهیږئ په دروغو او افتراء سره. مخ ۴ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قُلْ أَمَرَ رَبِّى بِٱلْقِسْطِ ۖ وَأَقِيمُوا۟ وُجُوهَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍۢ وَٱدْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ ۚ كَمَا بَدَأَكُمْ تَعُودُونَ ﴿٢٩﴾
ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکانو ته: بیشکه الله تعالی امر کړی په عدل او انصاف سره، او امر یې ندی کړی په بدو کارونو او ګناهونو، او امر یې کړی چې تاسو ټول عبادت هغه ته خاص کړئ، او خاصکر په جوماتونو کې، او امر یې کړی تاسو ته چې تاسو یوازې هغه راوبلئ خالص کړئ هغه ته تابعداري، لکه څرنګه چې یې تاسو اول ځل دنشت نه پیداکړی یاست، نو راګرځوي به تاسو بیرته ژوندي بل ځل، ځکه چې په اول ځل ستاسو په پیدایش باندې قدرت لرونکی قدرت لري ستاسو په بیرته راوستلو او ژوندي کولو
فَرِيقًا هَدَىٰ وَفَرِيقًا حَقَّ عَلَيْهِمُ ٱلضَّلَـٰلَةُ ۗ إِنَّهُمُ ٱتَّخَذُوا۟ ٱلشَّيَـٰطِينَ أَوْلِيَآءَ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُم مُّهْتَدُونَ ﴿٣٠﴾
او الله تعالی خلک دوه ډلې ګرځولي: یوه ډله ستاسو څخه هغه ده چې هدایت یې ورته کړی، او هغه ته یې دهدایت اسباب اسان کړي، او دهدایت موانع یې ترې اړولي، او یوه بله ډله ده چې لا زم کړی یې دی په هغوی باندې بې لا ریتوب دحق دلارې نه، دا داسې چې دوی ګرځولي دي شیطانان دوستان خپل؛ پرته له الله تعالی نه، نو هغوی ته یې دناپوهۍ دوجې نه غاړه کیښودلې، او دوی دا ګومان کوي چې یقینا دوی په هدایت باندې نیغې لا رې ته
۞ يَـٰبَنِىٓ ءَادَمَ خُذُوا۟ زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍۢ وَكُلُوا۟ وَٱشْرَبُوا۟ وَلَا تُسْرِفُوٓا۟ ۚ إِنَّهُۥ لَا يُحِبُّ ٱلْمُسْرِفِينَ ﴿٣١﴾
ای اولاد دادم -علیه السلام-! واغوندئ هغه جامه چې ستاسو عورت پټوي، او هغه چې تاسو پرې ځان ښایسته کوئ دپاکو او ښایسته جامو نه دلمانځه او طواف په وخت کې، او خورئ او څښئ څه چې مو خوښ وي دپاکو هغو شیانو نه چې الله تعالی تاسو ته حلال کړي، او تاسو مه تیریږئ ددرمیانه والي دحدودونو نه په دې کې، او مه تیریږئ دحلالو څخه حرامو ته، بیشکه الله تعالی نه خوښوي تیریدونکي ددرمیانه والي دپولو نه
قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ ٱللَّهِ ٱلَّتِىٓ أَخْرَجَ لِعِبَادِهِۦ وَٱلطَّيِّبَـٰتِ مِنَ ٱلرِّزْقِ ۚ قُلْ هِىَ لِلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا خَالِصَةًۭ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۗ كَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ ٱلْـَٔايَـٰتِ لِقَوْمٍۢ يَعْلَمُونَ ﴿٣٢﴾
ووایه -ای پیغمبره- په داسې حال کې چې رد کوې په مشرکانو هغوی چې حراموي هغه څه چې الله تعالی حلال کړي دلباسونو نه او حراموي پاک دخوراکونو نه او داسې نور: چا حرام کړي په تاسو باندې جامې هغه چې ستاسو لپاره ښایست دی؟ او څوک دی چې حرام کړي یې دي په تاسو باندې پاک شیان دخوراکونو او څښاک څخه او داسې نور دهغه څه نه چې الله تعالی تاسو ته درکړي؟ ووایه -ای پیغمبره-!: بیشکه دغه پاک (حلال) شیان دمومنانو لپاره دي ددنیا په زندګۍ کې، او اګر که نور خلک ورسره هم په دې دنیا کې شریک دي خو هغه به یواځې ددوی لپاره وي دقیامت په ورځ، چې کافران به ورسره په دې کې نه شریکیږي؛ ځکه چې جنت حرام دی په کافرانو باندې، ددې بیان په شان مونږ بیانوو آیتونه دهغه قوم لپاره چې پوهه لري؛ ځکه چې هم دوی هغه خلک دي چې فایده به پرې اخلي
قُلْ إِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّىَ ٱلْفَوَٰحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَٱلْإِثْمَ وَٱلْبَغْىَ بِغَيْرِ ٱلْحَقِّ وَأَن تُشْرِكُوا۟ بِٱللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِۦ سُلْطَـٰنًۭا وَأَن تَقُولُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ ﴿٣٣﴾
ووایه -ای پیغمبره-! دې مشرکینو ته هغوی چې حراموي هغه څه چې الله تعالی حلال کړي: بیشکه الله تعالی حرام کړي په خپلو بندګانو باندې بد کارونه، او هغه ناکاره ګناهونه دي، ښکاره وي او که پټ وي، او حرام کړي یې دي ټول ګناهونه، او حرام کړی یې دی تیری کول په ظلم سره په خلکو باندې دهغوی په وینو او مالونو او عرضونو، او حرام کړی یې دي په تاسو باندې دا چې تاسو شریک جوړ کړئ دالله تعالی سره نور څوک هغه چې ستاسو سره دهغه په شراکت کوم دلیل نه وي، او حرام کړي یې دي په تاسو باندې دروغ ویل په هغه باندې پغیر دپوهې نه دهغه په نومونو او صفتونو او کارونو او شرع کې
وَلِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌۭ ۖ فَإِذَا جَآءَ أَجَلُهُمْ لَا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةًۭ ۖ وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ ﴿٣٤﴾
او دهرې ډلې او پیړۍ لپاره وخت او نیټه مقرره ده دهغوی داجل، نو کله چې راشي نیټه مقرره ددوی؛ نه وروسته کیږي دهغې نه څه وخت اګر که لږ وخت هم وي، او نه دهغې نه مخکې کیږي. مخ ۵ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
يَـٰبَنِىٓ ءَادَمَ إِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ رُسُلٌۭ مِّنكُمْ يَقُصُّونَ عَلَيْكُمْ ءَايَـٰتِى ۙ فَمَنِ ٱتَّقَىٰ وَأَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿٣٥﴾
ای اولادې دادم -علیه السلام- کله چې راشي تاسو ته پیغمبران زما له طرفه ستاسو دقومونو څخه؛ بیانوي په تاسو باندې هغه وحې چې ما په هغوی باندې رالیږلي وه زما دکتابونو نه نو تاسو دهغوی تابعداري وکړئ، او روان شئ په هغه څه پسې چې هغوی پرې راتګ کړی، نو هغه کسان چې ویږیږي دالله تعالی څخه په عملې کولو دهغه داوامرو او په ځان ساتلو دهغه دنواهیو څخه او ښایسته کوي خپل عملونه، هیڅ ویره به په دوی باندې دقیامت په ورځ نه وي، او نه به دوی غمجن شي په هغه څه چې ددوی څخه ددنیا دبرخو نه پاتې شوي دي
وَٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا وَٱسْتَكْبَرُوا۟ عَنْهَآ أُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلنَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَـٰلِدُونَ ﴿٣٦﴾
او هغه کافران چې دروغجن ګڼي زمونږ ایتونه، او په هغې ایمان نه راوړي، او لویي او تکبر کوي دعمل کولو نه په هغې وحي چې ددوی پیغمبرانو پرې راتګ کړی دی، بیشکه خاص هم دوی داور والا دي همیشه به وي په دې اور کې همیشه
فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ ٱفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِـَٔايَـٰتِهِۦٓ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ يَنَالُهُمْ نَصِيبُهُم مِّنَ ٱلْكِتَـٰبِ ۖ حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءَتْهُمْ رُسُلُنَا يَتَوَفَّوْنَهُمْ قَالُوٓا۟ أَيْنَ مَا كُنتُمْ تَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ ۖ قَالُوا۟ ضَلُّوا۟ عَنَّا وَشَهِدُوا۟ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِمْ أَنَّهُمْ كَانُوا۟ كَـٰفِرِينَ ﴿٣٧﴾
كفرين تر هغه چا لوی ظالم نشته چې پر الله درواغ وايي، هغه ته دشريک، نقصان او داسې وینا په نسبت کولو سره چې هغه نه وي کړې، او يا يې هغه لويې نښانې درواغ ګڼي چې دهغه نېغې لا رې ته لا رښوونکې دي، هغه کسان چې پر دغه څه متصف وي، هغوی په لوح محفوظ کې خپله دخير او شر ليکلې برخه ترلاسه کوي، کله چې دمرګ پرېښته او له نورو پرېښتو يې دروحونو داخېستلو لپاره مرستندويانې ورته راشي، هغوی به ورته دزورنې په توګه ووايي: چېرې دي هغه معبودان چې له الله پرته مو لمانځل، هغوی را وبولئ ترڅو ګټه درته ورسوي، مشرکان به پرېښتو ته ووايي: پرته له شکه هغه معبودان چې موږ لمانځل را څخه لاړل او پټ شول، نه پوهېږو هغوی چېرې دي او دځانونو پر خلاف به اقرار وکړي چې هغوی کافران وو، خو دغه وخت اقرار يې دهغوی پر خلاف دليل دی ګټه نه ورته رسوي
قَالَ ٱدْخُلُوا۟ فِىٓ أُمَمٍۢ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِكُم مِّنَ ٱلْجِنِّ وَٱلْإِنسِ فِى ٱلنَّارِ ۖ كُلَّمَا دَخَلَتْ أُمَّةٌۭ لَّعَنَتْ أُخْتَهَا ۖ حَتَّىٰٓ إِذَا ٱدَّارَكُوا۟ فِيهَا جَمِيعًۭا قَالَتْ أُخْرَىٰهُمْ لِأُولَىٰهُمْ رَبَّنَا هَـٰٓؤُلَآءِ أَضَلُّونَا فَـَٔاتِهِمْ عَذَابًۭا ضِعْفًۭا مِّنَ ٱلنَّارِ ۖ قَالَ لِكُلٍّۢ ضِعْفٌۭ وَلَـٰكِن لَّا تَعْلَمُونَ ﴿٣٨﴾
ى ولكن لا تعلمون ملایکو دوی ته وویل: ننوځئ -ای مشرکینو- په ډله دهغو امتونو کې چې تیر شوي مخکې ستاسو نه په کفر او ګمراهۍ باندې دپیریانو او انسانانو نه په اور کې، هر کله چې ورننوځي یوه ډله لعنت به وایي په خپلو هغو ملګرو چې ددوی نه مخکې اور ته ننوتلي، تر هغه چې دوی په یو بل پسې ورشي، او ټول پکې راجمع شي نو وبه وایې وروستني ننوتونکي او هغوی هغه ټیټ او تابعداري کوونکی دي، دخپلو مخکنیو په هکله چې هغوی مشران او لویان دي: ای زمونږ هربه! دا زمونږ هغه مشران دي چې مونږ یې دهدایت دلارې نه اړولي وو، نو ته سزا ورکړه دوی ته دوه چنده سزا ددې وجې نه چې مونږ ته یې ګمراهي ښایسته کړې وه، الله تعالی به دوی ته په جواب کې ووایې: ستاسې هرې ډلې ته به څو چنده عذاب وي، لیکن تاسو په دې باندې نه پوهیږئ او نه یې درک کولی شئ
وَقَالَتْ أُولَىٰهُمْ لِأُخْرَىٰهُمْ فَمَا كَانَ لَكُمْ عَلَيْنَا مِن فَضْلٍۢ فَذُوقُوا۟ ٱلْعَذَابَ بِمَا كُنتُمْ تَكْسِبُونَ ﴿٣٩﴾
او وبه وایې مشران هغه چې تابعداري یې کړی شوي خپلو تابعدارانو ته: نشته تاسو لره -ای تابعدارانو! په مونږ باندې څه فضیلت او غوروالی چې تاسو دهغه په وجه د دې مستحق شئ چې ستاسو نه عذاب کم شي، ځکه اعتبار هغو عملونو لره دی چې تاسو کړي، او تاسو لره دباطل په تابعدارۍ کې څه عذر او بهانه نشته، نو وڅکئ -ای تابعدارانو- عذاب لره په شان دهغه چې مونږ څکلی په سبب دهغه کفر او ګناهونو چې تاسو کول. مخ ۶ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
إِنَّ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا وَٱسْتَكْبَرُوا۟ عَنْهَا لَا تُفَتَّحُ لَهُمْ أَبْوَٰبُ ٱلسَّمَآءِ وَلَا يَدْخُلُونَ ٱلْجَنَّةَ حَتَّىٰ يَلِجَ ٱلْجَمَلُ فِى سَمِّ ٱلْخِيَاطِ ۚ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُجْرِمِينَ ﴿٤٠﴾
یقینا هغه کسان چې نسبت ددروغو کوي زمونږ ښکاره ایتونو ته، او لویي کوي دغاړه کیښودلو نه دې ایتونو ته دوی نا امیده دي دهر قسم خیر نه، نو نه به خلاصیږي دروازې داسمان ددوی عملونو ته په سبب دکفر ددوی، او نه ددوی روحونو ته کله چې دوی مړه شي، او نه به جنت ته داخلیږي هیڅکله تر دې چې ننوځي اوښ -او دا دغټو چارپایانو څخه دی- په سوري دستنه کې چې هغه دډیرو تنګو شیانو څخه دی، او دا دناممکنو کارونو څخه ده، نو په دې پورې تړل شوی شی -چې هغه جنت ته ننوتل دي- هم نا ممکن دی، او ددې سزا په شان سزا الله تعالی هغه چا ته ورکوي چې ګناهونه یې ډیر غټ وي
لَهُم مِّن جَهَنَّمَ مِهَادٌۭ وَمِن فَوْقِهِمْ غَوَاشٍۢ ۚ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٤١﴾
ددې دروغجنانو او لویې کوونکو لپاره به دجهنم نه فرش وي چې هغوی به یې غوړوي، او ددوی لپاره به دبره پردې وي داور، او ددې سزا په شان سزا مونږ هغه چا ته ورکوو چې دالله تعالی دپولو نه تیریدونکي وي په کفر کولو سره په الله تعالی باندې او په مخ اړولو سره دهغه نه
وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ لَا نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَآ أُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلْجَنَّةِ ۖ هُمْ فِيهَا خَـٰلِدُونَ ﴿٤٢﴾
او هغه کسان چې په خپل رب یې ایمان راوړی او عملونه یې کړي نیک عملونه هغه چې دهغوی وسه او طاقت و-او نه مکلف کوي الله تعالی هیڅ یو نفس لره زیات دهغه دوسې او طاقت نه- دغه کسان خاوندان دجنت دي چې ورننوځي به ورته؛ همیشه به وي دوی په دې کې همیشه
وَنَزَعْنَا مَا فِى صُدُورِهِم مِّنْ غِلٍّۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهِمُ ٱلْأَنْهَـٰرُ ۖ وَقَالُوا۟ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ٱلَّذِى هَدَىٰنَا لِهَـٰذَا وَمَا كُنَّا لِنَهْتَدِىَ لَوْلَآ أَنْ هَدَىٰنَا ٱللَّهُ ۖ لَقَدْ جَآءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِٱلْحَقِّ ۖ وَنُودُوٓا۟ أَن تِلْكُمُ ٱلْجَنَّةُ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿٤٣﴾
او دپوره نعمتونو ددوی نه به په جنت کې دا وي چې ددوی دزړونو نه الله تعالی هغه کینه او حسد ویستلی چې په دوی کې وه، او روان کړي یې دي لا ندې (د ماڼیو او ونو) ددوی نهرونه، او دوی به دالله تعالی په دې لورینه اعتراف وکړي او وبه وایې: ټول ثنا او صفت الله تعالی لره دی؛ هغه ذات چې مونږ ته یې توفیق ددې نیک کار دکولو راکړ چې مونږ یې دې مرتبې ته راورسولو، او نه وو مونږ چې رسیدلی دې وي دخپل ځان دطرف نه که چیرته الله تعالی مونږ ته ددې توفیق نه وراکړی، بیشکه راغلي وو مونږ ته پیغمبران درب زمونږه په حق سره هغه چې هیڅ شک پکې نه واو په ریښتینې سره وو په وعدو او ویرو (عذاب) کې، او په دوی کې یو اواز کوونکي اواز وکړ: چې یقینا دا هغه جنت دی چې زما پیغمبرانو پرې تاسو په دنیا کې خبر کړي وئ، الله تعالی تاسو ته دا درکړ په سبب دهغو نیکو عملونو چې تاسو کول، هغه چې تاسو به پرې دالله تعالی مخ لټاوه. ق ق
وَنَادَىٰٓ أَصْحَـٰبُ ٱلْجَنَّةِ أَصْحَـٰبَ ٱلنَّارِ أَن قَدْ وَجَدْنَا مَا وَعَدَنَا رَبُّنَا حَقًّۭا فَهَلْ وَجَدتُّم مَّا وَعَدَ رَبُّكُمْ حَقًّۭا ۖ قَالُوا۟ نَعَمْ ۚ فَأَذَّنَ مُؤَذِّنٌۢ بَيْنَهُمْ أَن لَّعْنَةُ ٱللَّهِ عَلَى ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٤٤﴾
او اواز به وکړي دجنت اوسیدونکي خلک داور اوسیدونکو ته وروسته دننوتلو دهر یو نه خپل تیار شوي ځای ته: یقینا مونږ خو حاصل کړل هغه څه چې وعده یې کړې وه زمونږ سره رب زمونږ دجنت نه په ریښتیا سره، نو یقینا مونږ یې هغه ته داخل کړو، نو آیا تاسو حاصل کړل -ای کافرانو- هغه څه چې ویره پرې درکړې وه تاسو ته الله تعالی داور نه په ریښتیا سره؟ نو کافران به ووایي: بیشکه مونږ بیاموندل هغه څه چې مونږ ته پرې ویره راکول شوې وه داور نه په ریښتیا سره، نو اواز به وکړي یو اواز کوونکی پداسې حال کې چې دالله تعالی نه به دعا کوي چې وشړي ظالمان دخپل رحمت څخه، ځکه چې پرانیستې وې دوی لره الله دروازې دخپل رحمت خو دوی دهغې څخه په دنیا کې مخ اړولی و
ٱلَّذِينَ يَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًۭا وَهُم بِٱلْـَٔاخِرَةِ كَـٰفِرُونَ ﴿٤٥﴾
دا ظالمان هغه کسان دي چې پخپله دالله تعالی دلارې څخه مخ اړوي، او نور خلک هم په دې مجبوروي چې مخ ترې واړوي، او دا تمنا او ارزو کوي چې دحق لا ره دې کږه وي؛ تر څو خلک پرې لاړ نشي، او خاص همدوی په آخرت باندې کافران دي هغه ته تیار ندي. مخ ۷ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَبَيْنَهُمَا حِجَابٌۭ ۚ وَعَلَى ٱلْأَعْرَافِ رِجَالٌۭ يَعْرِفُونَ كُلًّۢا بِسِيمَىٰهُمْ ۚ وَنَادَوْا۟ أَصْحَـٰبَ ٱلْجَنَّةِ أَن سَلَـٰمٌ عَلَيْكُمْ ۚ لَمْ يَدْخُلُوهَا وَهُمْ يَطْمَعُونَ ﴿٤٦﴾
يدخلوها وهم يطمعون ددغو دواړو ډلو جنتيانو او دوزخيانو تر منځ به يو لوړ دېوال وي چې اعراف به نوميږي او پر دغه لوړ دېوال به هغه خلک وي چې نېکۍ او بدۍ يې سره برابرې شوي وي، هغوی به جنتيان دهغوی له نښانو څخه لکه دمخونو سپينوالي اودوزخيان دهغوی له نښانو لکه دمخونو توروالي څخه پېژني، دغه خلک به جنتيانو ته دهغوی د درناوي په موخه په داسې ويلو ور چېغې کړي پر تاسو دې سلامتيا وي، په دغه حال کې به داعراف خلک جنت ته نه وي ننوتلي، خو دالله په لورېينه به هلته دننوتلو هيله لري
۞ وَإِذَا صُرِفَتْ أَبْصَـٰرُهُمْ تِلْقَآءَ أَصْحَـٰبِ ٱلنَّارِ قَالُوا۟ رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا مَعَ ٱلْقَوْمِ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٤٧﴾
او کله چې وګرځول شي سترګي داعراف والاو داور والاوو ته، او دوی وویني هغه سخت عذاب چې دوی پکې دي، دوی به دا وایې دالله تعالی نه به دعا غواړي چې: ای زمونږه ربه! ته مونږ مه ګرځوې دظالم قوم سره په کفر او په شرک کولو سره په تا باندې
وَنَادَىٰٓ أَصْحَـٰبُ ٱلْأَعْرَافِ رِجَالًۭا يَعْرِفُونَهُم بِسِيمَىٰهُمْ قَالُوا۟ مَآ أَغْنَىٰ عَنكُمْ جَمْعُكُمْ وَمَا كُنتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ ﴿٤٨﴾
او اواز به وکړي داعراف والا څه سړو ته داور والاو دکافرانو نه چې پیژني به دوی په خپلو نښو باندې لکه دمخونو توروالی او دسترګو شینوالی دوی ته به وایې: فایده درنه کړه تاسو لره جمع کولو دمالونو او ډیروالي دسړو، او فایده درنه کړه تاسو ته ستاسو مخ اړولو دحق نه دلویۍ او ځان اوچتوالی دوجې نه
أَهَـٰٓؤُلَآءِ ٱلَّذِينَ أَقْسَمْتُمْ لَا يَنَالُهُمُ ٱللَّهُ بِرَحْمَةٍ ۚ ٱدْخُلُوا۟ ٱلْجَنَّةَ لَا خَوْفٌ عَلَيْكُمْ وَلَآ أَنتُمْ تَحْزَنُونَ ﴿٤٩﴾
او الله تعالی به کافرانو ته درټنې په ډول ووایې: آیا دا هغه کسان دي چې تاسو قسمونه کول چې هیڅکله به ونه رسوي دوی ته الله تعالی رحمت دخپل طرفه؟! او الله تعالی به مومنانو ته ووایې: ننوځئ -ای مومنانو- جنت ته چې نه به وي هیڅ ویره په تاسو باندې دهغه څه باره کې چې تاسو ورسره مخامخ کیږئ، او نه به تاسو غمجن یاستئ دهغو برخو باره کې چې ستاسو نه په دنیا کې پاتې شوي دهغو همیشنیو نعمتونو دوجې نه چې تاسو ورسره مخامخ شوي یاست
وَنَادَىٰٓ أَصْحَـٰبُ ٱلنَّارِ أَصْحَـٰبَ ٱلْجَنَّةِ أَنْ أَفِيضُوا۟ عَلَيْنَا مِنَ ٱلْمَآءِ أَوْ مِمَّا رَزَقَكُمُ ٱللَّهُ ۚ قَالُوٓا۟ إِنَّ ٱللَّهَ حَرَّمَهُمَا عَلَى ٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿٥٠﴾
او اواز به وکړي داور والا دجنت والاوو ته چې دهغوی نه به غوښتونکي وي داسې به ووایې: پراخه کړئ راړول داوبو په مونږ باندې -ای دجنت والاو-، او یا دهغه خوراکونو څخه چې الله تعالی تاسو ته درکړي، دجنت والا به ووایې: بیشکه الله تعالی حرام کړي دا دواړه شیان په کافرانو باندې دهغوی دکفر په وجه، او مونږ مرسته نشو کولی ستاسو سره په هغه څه کې چې الله تعالی په تاسو حرام کړي دي
ٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُوا۟ دِينَهُمْ لَهْوًۭا وَلَعِبًۭا وَغَرَّتْهُمُ ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَا ۚ فَٱلْيَوْمَ نَنسَىٰهُمْ كَمَا نَسُوا۟ لِقَآءَ يَوْمِهِمْ هَـٰذَا وَمَا كَانُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا يَجْحَدُونَ ﴿٥١﴾
يجحدون دا کافران خاص همدوی هغه خلک دي چې ګرځول یې دي دین خپل مسخرې او تماشې، او دوکه کړي دوی لره ژوند دنیوي په خپل ښایست او ډول سره، نو پس د قیامت په ورځ به دوی الله تعالی په اور کې داسې پریږدي په شان دهیر کړی شوي، چې سخت عذاب ورته رسیږي لکه څرنګه چې دوی هیر کړی وملاقات د قیامت دورځې نو دهغه لپاره یې عمل نه دی کړی، او نه یې ورته تیاری کړی، او دوجې دانکار ددوی دالله تعالی په دلیلونو او دهغه په معجزاتو او په انکار کولو سره دهغې نه؛ سره دپوهې ددوی نه چې دا حق دي. مخ ۸ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ولقد جئنهم بكتب فص لنهعل علم هدى ورحمة لقوم يؤمنون
وَلَقَدْ جِئْنَـٰهُم بِكِتَـٰبٍۢ فَصَّلْنَـٰهُ عَلَىٰ عِلْمٍ هُدًۭى وَرَحْمَةًۭ لِّقَوْمٍۢ يُؤْمِنُونَ ﴿٥٢﴾
او یقینا مونږ راتګ کړی دی پدې قرآن سره، هغه چې کوم پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوی کتاب دی، او یقینا مونږ بیان کړی دې لره سره دپوهې زمونږه نه په هغه څه باندې چې مونږ یې بیانوو، او دا هدایت کوونکی دی مومنانو لره عقلمندۍ او حق لا رې ته، او رحمت دی په دوی باندې ددې وجې نه چې پدې کې کومه ښودنه ده ددنیا او اخرت خیر ته
هَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا تَأْوِيلَهُۥ ۚ يَوْمَ يَأْتِى تَأْوِيلُهُۥ يَقُولُ ٱلَّذِينَ نَسُوهُ مِن قَبْلُ قَدْ جَآءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِٱلْحَقِّ فَهَل لَّنَا مِن شُفَعَآءَ فَيَشْفَعُوا۟ لَنَآ أَوْ نُرَدُّ فَنَعْمَلَ غَيْرَ ٱلَّذِى كُنَّا نَعْمَلُ ۚ قَدْ خَسِرُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَفْتَرُونَ ﴿٥٣﴾
انتظار نه کوي دا کافران مګر دواقع کیدلو دهغه څه چې دوی ته خبر ورکړی شوی و، دهغه په واقع کیدلو ددردناک عذاب نه، هغه چې ددوی اخر انجام به وي په اخرت کې، کله چې راشي هغه ورځ چې دوی ته پرې خبر ورکړی شوی ولدې (عذاب)نه، او چې خبر پرې ورکړی شوی ومومنانو ته دثواب نه، وبه وایې هغه کسان چې قرآن کریم یې په دنیا کې هیر کړی و، او عمل یې نه وکړی په هغه څه چې په دې کې راغلي وو: یقینا راتګ کړی وپیغمبرانو درب زمونږه په حق وینا سره هغه چې هیڅ شک پکې نشته، او هیڅ شک نشته چې یقینا دا دالله تعالی له طرفه دی، نو کاش چې وی مونږ لره څوک سفارش والا چې مونږ لره یې سفارش کړی وی دالله تعالی په وړاندې ددې لپاره چې مونږ دعذاب نه معاف کړي، او یا کاش چې مونږ بیرته واپس شو ژوند دنیا ته چې وکړو مونږ نیک کارونه نو خلاص به پرې شو په ځای دهغو چې مونږ کوم ګناهونه کول، بیشکه په تاوان کې اچولي دي کافرانو ځانونه خپل په وروستلو دهغوی ځایونو دهلاکت ته په سبب دکفر د دوی، او ورک شوی ددوی نه هغه څوک چې دوی یې پرته له الله تعالی نه بندګي کوله، نو هغوی ورته هیڅ فایده ونه رسوله
إِنَّ رَبَّكُمُ ٱللَّهُ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ فِى سِتَّةِ أَيَّامٍۢ ثُمَّ ٱسْتَوَىٰ عَلَى ٱلْعَرْشِ يُغْشِى ٱلَّيْلَ ٱلنَّهَارَ يَطْلُبُهُۥ حَثِيثًۭا وَٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ وَٱلنُّجُومَ مُسَخَّرَٰتٍۭ بِأَمْرِهِۦٓ ۗ أَلَا لَهُ ٱلْخَلْقُ وَٱلْأَمْرُ ۗ تَبَارَكَ ٱللَّهُ رَبُّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٥٤﴾
بیشکه رب ستاسو -ای خلکو- خاص الله تعالی دی هغه ذات چې پیدا کړي یې دي اسمانونه او پیدا کړی یې ده ځمکه پغیر دمخکني مثال نه په اندازه دشپږو ورځو کې، بیا پورته شو، او اوچت شو الله تعالی په عرش باندې داسې پورته کیدل چې څنګه دهغه دشان او مرتبې سره مناسب وي چې مونږ دهغه په کیفیت (څرنګوالی) نه پوهیږو، بیا له منځه وړي تیاره دشپې دورځې په رڼا سره، او دورځې رڼا دشپي په تیارې سره، او هر یو ددې دواړو نه طلب کوي یو بل لره په تیزۍ سره داسې چې دهغه څخه وروسته کیږي نه، نو کله چې دا یو لاړ شي دا بل راشي، او پیدا کړی یی دی لمر، او پیداکړی یې ده سپوږمۍ، او پیدا کړي یي دي ستوري تابعدار او تیار، خاص الله تعالی لره یوازې اختیار دپیدایش دی، نو څوک دی پیداکوونکی پرته له هغه نه؟! او خاص یوازې هغه لره دی واک دحکم کولو،او زیات دی خیر د هغه او ډیر دی احسان دهغه، نو هغه موصوف دی په صفتونو دعظمت او پوروالی، پالونکی دټولو عالمونو دی
ٱدْعُوا۟ رَبَّكُمْ تَضَرُّعًۭا وَخُفْيَةً ۚ إِنَّهُۥ لَا يُحِبُّ ٱلْمُعْتَدِينَ ﴿٥٥﴾
راوبلئ -ای مومنانو- رب خپل په پوره عاجزۍ او تواضع سره په پټه، خالص کړئ هغه لره دعا په داسې حال کې چې ریا کوونکي (ځان ښودونکي) به نه یاست او نه به بل چا لره دهغه سره په دعا کې شریک کوونکي یاست، او ستر تیریدل دحد نه په دعا کې دا دي، دهغه سره دبل چا څخه دعا غوښتل لکه مشرکانو چې به کول
وَلَا تُفْسِدُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَـٰحِهَا وَٱدْعُوهُ خَوْفًۭا وَطَمَعًا ۚ إِنَّ رَحْمَتَ ٱللَّهِ قَرِيبٌۭ مِّنَ ٱلْمُحْسِنِينَ ﴿٥٦﴾
او تاسو فساد مه کوئ په ځمکه کې په کولو دګناهونو سره وروسته ددې نه چې الله تعالی هغه اصلاح کړي په لیږلو دپیغمبرانو -علیهم السلام- او آباده کړې یې ده یوازې دهغه په طاعت سره، او دعا وغواړئ یواځې دالله تعالی څخه په داسې حال کې چې تاسو دهغه دسزا څخه ویره حس کوئ، او دهغه دثواب دحاصلولو انتظار کوئ، بیشکه رحمت دالله تعالی نږدې دی دنیکي کوونکو څخه، نو تاسو هم دهغوی له ډلې څخه شئ. مخ ۹ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَهُوَ ٱلَّذِى يُرْسِلُ ٱلرِّيَـٰحَ بُشْرًۢا بَيْنَ يَدَىْ رَحْمَتِهِۦ ۖ حَتَّىٰٓ إِذَآ أَقَلَّتْ سَحَابًۭا ثِقَالًۭا سُقْنَـٰهُ لِبَلَدٍۢ مَّيِّتٍۢ فَأَنزَلْنَا بِهِ ٱلْمَآءَ فَأَخْرَجْنَا بِهِۦ مِن كُلِّ ٱلثَّمَرَٰتِ ۚ كَذَٰلِكَ نُخْرِجُ ٱلْمَوْتَىٰ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿٥٧﴾
او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې رالیږي هواګانې زیری ورکوونکی په باران سره، تر دې چې بار کړي دا هواګانې وریځو لره چې درنې وي په اوبو سره نو مونږ بوځو دغو وریځو لره داسې یو ښار ته چې وچ وي نو مونږ په دغه ښار باندې اوبه رانازلې کړو، نو راوباسو مونږ په دې اوبو سره دهر قسم میوو نه، په شان دراویستلو د میوو په دې طریقې سره؛ راوباسو مونږ مړي دخپلو قبرونو نه ژوندي، مونږ دا کار ددې لپاره وکړ چې امید دی تاسو به -ای خلکو- رایادکړئ دالله تعالی قدرت او د هغه نا اشنا جوړول، او دا به رایادکړئ چې بیشکه هغه دمړو په ژوندي کولو قادر دی
وَٱلْبَلَدُ ٱلطَّيِّبُ يَخْرُجُ نَبَاتُهُۥ بِإِذْنِ رَبِّهِۦ ۖ وَٱلَّذِى خَبُثَ لَا يَخْرُجُ إِلَّا نَكِدًۭا ۚ كَذَٰلِكَ نُصَرِّفُ ٱلْـَٔايَـٰتِ لِقَوْمٍۢ يَشْكُرُونَ ﴿٥٨﴾
او پاکه ځمکه راوباسي خپل بوټي دالله تعالی په حکم سره په پوره او ښایسته راویستلو، او همداسې مومن هم دی دپند خبرې اوري نو فایده پرې حاصلوي، نو په نتیجه کې یې نیک عمل کوي، او ښوره ناکه مالګینه ځمکه نه راوباسي خپلو بوټو لره مګر په سختۍ سره چې هیڅ خیر پکې نه وي، او همداسې کافر هم دی چې د پند او نصیحت نه فایده نه اخلي، نو هغه په نتیجه کې نیک عمل نه کوي چې فایده ورته ورسوي، ددې نا اشنا مختلف بیان په شان مونږ معجزې او دلیلونه دحق د ثبوت لپاره بیانوو دهغه قوم لپاره چې دالله تعالی دنعمتونو شکر وباسي، نو په هغې ناشکري نه کوي، او دخپل رب تابعداري کوي
لَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوْمِهِۦ فَقَالَ يَـٰقَوْمِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـٰهٍ غَيْرُهُۥٓ إِنِّىٓ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍۢ ﴿٥٩﴾
یقینا مونږ نوح -علیه السلام- پیغمبر لیږلی وخپل قوم ته چې هغوی یې رابلل دالله تعالی یووالي ته، او پریښودلو دعبادت دبل چا ته، نو هغوی ته یې وویل: ای زما قومه! بندګۍ وکړئ یوازې الله تعالی لره، نو نشته تاسو لره څوک لایق دعبادت په حق سره پرته له هغه نه، بیشکه زه ویریږم په تاسو باندې -ای زما قومه- دعذاب د ورځې لویې نه په حالت دهمیشوالي ستاسو په کفر باندې
قَالَ ٱلْمَلَأُ مِن قَوْمِهِۦٓ إِنَّا لَنَرَىٰكَ فِى ضَلَـٰلٍۢ مُّبِينٍۢ ﴿٦٠﴾
وویل هغه ته دهغه دقوم مشرانو: یقینا مونږ وینو تا لره -ای نوحه- په ډیر لرې والي کې دسمې لا رې نه چې ښکاره دی ستا لرې والی
قَالَ يَـٰقَوْمِ لَيْسَ بِى ضَلَـٰلَةٌۭ وَلَـٰكِنِّى رَسُولٌۭ مِّن رَّبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٦١﴾
وویل نوح -علیه السلام- دخپل قوم مشرانو ته: زه ګمراه نه یم لکه څرنګه چې تاسو ګومان کوئ، بلکې زه په هدایت باندې یم دخپل رب له طرف نه، نو پس خامخا زه پیغام رسوونکی یم تاسو ته دالله تعالی له طرفه چې زما رب دی او ستاسو هم رب دی او دټولو عالمیانو رب هم دی
أُبَلِّغُكُمْ رِسَـٰلَـٰتِ رَبِّى وَأَنصَحُ لَكُمْ وَأَعْلَمُ مِنَ ٱللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ ﴿٦٢﴾
رسوم زه تاسو ته هغه څه چې زه پرې الله تعالی تاسو ته رالیږلی یم دهغې وحې نه چې ماته شوې ده، او زه ستاسو لپاره خیر غواړم په ترغیب درکولو سره تاسو ته په عملي کولو دحکم دالله تعالی، او ددې په کولو چې کوم ثواب مرتب کیږي، او په ویرولو ستاسو دکولو دهغه دمنهیاتو نه او په دې چې کومه سزا مرتب کیږي، او زه پوهیږم دالله تعالی له طرفه په هغه څه چې تاسو پرې نه پوهیږئ؛ دهغه څه نه چې ماته یې دوحې دلارې راښودلي
أَوَعَجِبْتُمْ أَن جَآءَكُمْ ذِكْرٌۭ مِّن رَّبِّكُمْ عَلَىٰ رَجُلٍۢ مِّنكُمْ لِيُنذِرَكُمْ وَلِتَتَّقُوا۟ وَلَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿٦٣﴾
آیا ستاسو تعجب او حیرانتیا یې راوپاروله دې خبرې چې راغله تاسو ته وحې او پند ستاسو درب له طرف نه دداسې یو سړي په ژبه چې تاسو یې پیژنئ؟! نو په تحقیق سره هغه په تاسو کې رالوی شوی، او دروغجن او ګمراه هم ندی، او دبل جنس نه هم ندی، تاسو ته ددې لپاره راغلی چې تاسو دالله تعالی له عذاب څخه وویروي که چیرته تاسو دروغجن وګاڼه او دهغه نافرماني مو وکړه، او ددې لپاره چې تاسو دالله تعالی څخه وویریږئ په عملې کولو داوامرو دهغه او په ځان ساتلو دهغه له نواهیو څخه، او په دې امید چې په تاسو به رحم وشي که چیرته مو پرې ایمان راوړ. مخ ۱۰ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
فَكَذَّبُوهُ فَأَنجَيْنَـٰهُ وَٱلَّذِينَ مَعَهُۥ فِى ٱلْفُلْكِ وَأَغْرَقْنَا ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَآ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ قَوْمًا عَمِينَ ﴿٦٤﴾
نو قوم یې دروغجن وګاڼه، او ایمان یې پرې رانه وړ، بلکې په خپل کفر پاتې شول، نو نوح -علیه السلام- دوی ته ښیراوې - بد دعایي- وکړه چې الله تعالی یې هلاک کړي، نو مونږ بچ کړو دغرقیدلو نه نوح -علیه السلام- او هغه کسان چې دهغه سره په کښتۍ کې وو دمومنانو څخه، او هلاک مو کړل په غرقیدلو سره هغه کسان چې نسبت ددروغو یې کړی وزمونږ آیتونو ته او په خپل دې دروغجن ګڼلو یې همیشوالی کړی وپه رالیږل شوي طوفان سره په دوی باندې؛ دا سزا وه ددوی لپاره، یقینا خامخا ددوی زړونه دحق څخه په ړوندوالی کې وو
۞ وَإِلَىٰ عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًۭا ۗ قَالَ يَـٰقَوْمِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـٰهٍ غَيْرُهُۥٓ ۚ أَفَلَا تَتَّقُونَ ﴿٦٥﴾
او مونږ لیږلی وعادیانو ته پیغمبر دهغوی له جنس نه، چې هغه هود -علیه السلام- و، ویې ویل: ای زما قومه! بندګي وکړئ یوازې دالله تعالی، نو نشته تاسو لره څوک لایق دبندګۍ په حقه سره پرته له الله تعالی نه، آیا تاسو نه ویریږئ دهغه څخه په عملي کولو داوامرو دهغه او په ځان ساتلو سره دهغه له نواهیو څخه؛ ددې لپاره چې تاسو دهغه له عذاب څخه بچ شئ؟!
قَالَ ٱلْمَلَأُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِن قَوْمِهِۦٓ إِنَّا لَنَرَىٰكَ فِى سَفَاهَةٍۢ وَإِنَّا لَنَظُنُّكَ مِنَ ٱلْكَـٰذِبِينَ ﴿٦٦﴾
دقوم لویانو او ملکانو یې چې پر الله کافر شوي واو دهغه پیغمبر یې دروغ ګڼلی ووویل: یقینا مونږ پوهیږو چې ته -ای هوده-! په کم عقلۍ او جزبه کې یې، کله چې ته مونږ یوازې دالله تعالی بندګۍ ته رابلې، او دبتانو دبندګۍ پريښودلو ته مو رابلې، او یقینا مونږ دا کلکه عقیده لرو چې ته دروغ ویوونکی یې، ستا په دې دعوا کې چې ګویا ته رالیږل شوی پیغمبر یې
قَالَ يَـٰقَوْمِ لَيْسَ بِى سَفَاهَةٌۭ وَلَـٰكِنِّى رَسُولٌۭ مِّن رَّبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٦٧﴾
هود -علیه السلام- خپل قوم ته په جواب کې وویل: ای زما قومه! زه کم عقل نه یم، بلکې زه پیغام رسوونکی یم له طرفه درب العالمین. أبلغكم رسلت ربى وأنالكم ناص حأمين
أُبَلِّغُكُمْ رِسَـٰلَـٰتِ رَبِّى وَأَنَا۠ لَكُمْ نَاصِحٌ أَمِينٌ ﴿٦٨﴾
دررسوم زه تاسو ته هغه څه چې ماته الله تعالی دهغه په رسولو تاسو ته امر کړی دی دخپل توحید (یووالی) او دین څخه، او زه ستاسو لپاره خیرخواه یم په هغه څه کې چې ماته یې په رسولو امر شوی دی او امانتدار هم یم، زه په دې کې زیاتی او کمی نه کوم
أَوَعَجِبْتُمْ أَن جَآءَكُمْ ذِكْرٌۭ مِّن رَّبِّكُمْ عَلَىٰ رَجُلٍۢ مِّنكُمْ لِيُنذِرَكُمْ ۚ وَٱذْكُرُوٓا۟ إِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَآءَ مِنۢ بَعْدِ قَوْمِ نُوحٍۢ وَزَادَكُمْ فِى ٱلْخَلْقِ بَصْۜطَةًۭ ۖ فَٱذْكُرُوٓا۟ ءَالَآءَ ٱللَّهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿٦٩﴾
آیا ستاسو تعجب او نا اشنا ګڼل ددې وجې نه راوپاریدل چې راغی تاسو ته پند (وحې) ستاسو درب له طرفه په ژبه دیو سړي چې ستاسو له جنسه دی، دملایکو او پیریانو له جنسه نه دی ددې لپاره چې تاسو وویروي؟! او ثنا بیان کړئ دخپل رب او دهغه شکر ادا کړئ په دې وجه چې تاسو ته یې په ځمکه کې ځای او طاقت درکړی، او تاسو یې خلیفګان (ځای ناستي) ګرځولي یاست، وروسته دنوح -علیه السلام- دقوم نه هغوی چې الله تعالی دهغوی دکفر په وجه هلاک کړي وو، او د الله تعالی شکر وباسئ چې تاسو ته یې غټ غټ بدنونه درکړي او قوت یې درکړی او دکلکو نیولو طاقت یې درکړی دی، او یاد کړئ پراخه نعمتونه دالله تعالی په تاسو باندې، امید دی چې تاسو به په خپل لټونکي شي باندې کامیاب شئ، او دکوم شي نه چې ویریږئ دهغه نه به بچ شئ
قَالُوٓا۟ أَجِئْتَنَا لِنَعْبُدَ ٱللَّهَ وَحْدَهُۥ وَنَذَرَ مَا كَانَ يَعْبُدُ ءَابَآؤُنَا ۖ فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَآ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّـٰدِقِينَ ﴿٧٠﴾
وویل هغه ته قوم دهغه: آیا ته راغلی یې مونږ ته -ای هوده-! ددې لپاره چې مونږ ته یوازې دالله تعالی په عبادت کولو باندې امر وکړې، او ددې لپاره چې مونږ پریږدو هغه څه چې بندګي یې کوله زمونږ مشرانو؟! نو راوړه مونږ ته هغه عذاب چې ته پرې مونږ ویروې که چیرته ته ريښتونی یې په هغه څه کې چې ته یې دعوا کوې. مخ ۱۱ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قَالَ قَدْ وَقَعَ عَلَيْكُم مِّن رَّبِّكُمْ رِجْسٌۭ وَغَضَبٌ ۖ أَتُجَـٰدِلُونَنِى فِىٓ أَسْمَآءٍۢ سَمَّيْتُمُوهَآ أَنتُمْ وَءَابَآؤُكُم مَّا نَزَّلَ ٱللَّهُ بِهَا مِن سُلْطَـٰنٍۢ ۚ فَٱنتَظِرُوٓا۟ إِنِّى مَعَكُم مِّنَ ٱلْمُنتَظِرِينَ ﴿٧١﴾
نو هود -علیه السلام- هغوی ته په جواب کې وویل: بیشکه تاسو مستحق شوي یاست دالله تعالی دعذاب او دهغه دغضب نو دا دواړه په تاسو باندې خامخا واقع کیدونکي دي، آیا تاسو جګړه کوئ زما سره دهغو بتانو باره کې چې نومونه ورله ایښودلي تاسو او مشرانو ستاسو معبودان، او دهغوی هیڅ حقیقت نشته؟! نو ندی رالیږلی الله تعالی څه دلیل چې تاسو پرې دلیل نیسئ په هغه څه کې چې تاسو یې دعوه کوئ دهغوی باره کې دبندګۍ دحق، نو تاسو انتظار وکړئ دهغه څه چې تاسو په تلوار سره غوښتلی ستاسو لپاره دعذاب نه، او زه هم ستاسو سره دانتظار کوونکو څخه یم، نو هغه خامخا په تاسو باندې واقع کیدونکی دی
فَأَنجَيْنَـٰهُ وَٱلَّذِينَ مَعَهُۥ بِرَحْمَةٍۢ مِّنَّا وَقَطَعْنَا دَابِرَ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا ۖ وَمَا كَانُوا۟ مُؤْمِنِينَ ﴿٧٢﴾
نو مونږ بچ کړ هود -علیه السلام- او هغه کسان چې دهغه سره ملګري وو دمومنانو نه په خپل رحمت او مهربانۍ سره، او بیخ کندي مو وکړله په هلاکت سره دهغو کسانو چې نسبت ددروغو کړی وزمونږ آیتونو ته، او هغوی مومنان نه وو، بلکې دروغجن ګڼوونکي وو، نو هغوی دعذاب مستحق شول
وَإِلَىٰ ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَـٰلِحًۭا ۗ قَالَ يَـٰقَوْمِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـٰهٍ غَيْرُهُۥ ۖ قَدْ جَآءَتْكُم بَيِّنَةٌۭ مِّن رَّبِّكُمْ ۖ هَـٰذِهِۦ نَاقَةُ ٱللَّهِ لَكُمْ ءَايَةًۭ ۖ فَذَرُوهَا تَأْكُلْ فِىٓ أَرْضِ ٱللَّهِ ۖ وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوٓءٍۢ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ ﴿٧٣﴾
ء او یقینا مونږ لیږلی وثمودیانو ته دهغوی ورور صالح -علیه السلام- هغوی یې رابلل دالله تعالی یووالي او بندګۍ ته، صالح -علیه السلام- هغوی ته وویل: ای زما قومه! یواځې دالله تعالی بندګي وکړئ، نو نیشته تاسو لره لایق دبندګۍ پرته له هغه نه چې دعبادت مستحق وي، بیشکه راغلې تاسو ته ښکاره نخښه او معجزه دالله تعالی له طرفه په ریښتینولۍ دهغه څه چې ما پرې تاسو ته راتګ کړی دی، چې هغه اوښه ده چې دډبرې (تیږې) نه به راوځي، دهغې لپاره به یو وخت (نوبت) وي چې اوبه به څښي، او ستاسو لپاره به داوبو دڅښلو معلومه ورځ وي، نو تاسو پریږدئ دې لره چې خوراک کوي دالله تعالی په ځمکه کې، نو نشته په تاسو باندې دهغې دکار (خدمت) نه هیڅ شي، او تاسو هغې ته هیڅ تکلیف مه رسوئ، که نه در وبه رسیږي تاسو ته دردناکه عذاب هغې ته دضرر رسولو له امله
وَٱذْكُرُوٓا۟ إِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَآءَ مِنۢ بَعْدِ عَادٍۢ وَبَوَّأَكُمْ فِى ٱلْأَرْضِ تَتَّخِذُونَ مِن سُهُولِهَا قُصُورًۭا وَتَنْحِتُونَ ٱلْجِبَالَ بُيُوتًۭا ۖ فَٱذْكُرُوٓا۟ ءَالَآءَ ٱللَّهِ وَلَا تَعْثَوْا۟ فِى ٱلْأَرْضِ مُفْسِدِينَ ﴿٧٤﴾
او دالله پر تاسې هغه پېرزوينه در په ياد کړئ چې تاسې يې دعاد قوم ځای ناستي وګرځولئ او تاسې يې په خپلو ځمکو کې را کوز کړئ، په هغو خوندونه اخلئ او خپلو موخو ته رسېږئ او دا وروسته دعاد تر تباهۍ، چې هغوی په کفر او درواغ ګڼلو کې له بريده واوښتل، تاسې په نرمو ځمکو کې ماڼۍ جوړوئ او غرونه تراشئ ترڅو دځانونو لپاره پکې کورونه جوړ کړئ، نو پر تاسې دالله پېرزوينې در په يادې کړئ، چې پرې دالله شکر وباسئ او په ځمکه کې دورانکارۍ هڅې پرېږدئ او دا پر الله دکفر پرېښودلو او ګناهونو پرېښودلو سره کيږي
قَالَ ٱلْمَلَأُ ٱلَّذِينَ ٱسْتَكْبَرُوا۟ مِن قَوْمِهِۦ لِلَّذِينَ ٱسْتُضْعِفُوا۟ لِمَنْ ءَامَنَ مِنْهُمْ أَتَعْلَمُونَ أَنَّ صَـٰلِحًۭا مُّرْسَلٌۭ مِّن رَّبِّهِۦ ۚ قَالُوٓا۟ إِنَّا بِمَآ أُرْسِلَ بِهِۦ مُؤْمِنُونَ ﴿٧٥﴾
دصالح علیه السلام دقوم هغه مشرانو چې تکبر یې کړی ود هغه دقوم مؤمنانو ته چې کمزوري یې ګڼل وویل: آیا تاسو پوهیږئ -ای مومنانو- چې بیشکه صالح -علیه السلام- دالله تعالی له طرفه په ریښتیا پیغمبر دی؟ نو مومنانو کوم چې کمزوري ګڼل شوی وو جواب ورکړ: بیشکه مونږ په هغه څه چې صالح -علیه السلام- پرې راتګ کړی مونږ ته ریښتیا ګڼوونکي او اقرار کوونکي یو په هغه او غاړه کیښودوونکي یو هغه ته، او دهغه په راوړي دین باندې عمل کوونکي یو
قَالَ ٱلَّذِينَ ٱسْتَكْبَرُوٓا۟ إِنَّا بِٱلَّذِىٓ ءَامَنتُم بِهِۦ كَـٰفِرُونَ ﴿٧٦﴾
وویل هغو لویې کوونکو دهغه دقوم نه: یقینا مونږ په هغه څه چې تاسو پرې تصدیق کړی -ای مومنانو- کفر کوونکي یو، نو مونږ پرې هیڅکله هم ایمان نه راوړو، او نه دهغه په دین باندې عمل کوو. مخ ۱۲ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
فَعَقَرُوا۟ ٱلنَّاقَةَ وَعَتَوْا۟ عَنْ أَمْرِ رَبِّهِمْ وَقَالُوا۟ يَـٰصَـٰلِحُ ٱئْتِنَا بِمَا تَعِدُنَآ إِن كُنتَ مِنَ ٱلْمُرْسَلِينَ ﴿٧٧﴾
نو مړه کړه دوی هغې اوښې لره چې دوی یې منع کړي وو ددې نه چې څه ضرر ورته ورسوي، په داسې حال کې چې لویې کوونکي وو دالله تعالی دامر دمنلو نه، او دمسخرې په ډول یې وویل په داسې حال کې لرې ګڼوونکي وو هغه عذاب لره چې دوی پرې صالح -علیه السلام- ویرولي وو: ای صالح! رواړه مونږ ته هغه دردناک عذاب چې ته پرې مونږ ویروې که چیرته ته په ریښتیا دالله تعالی له طرفه پیغمبر یې
فَأَخَذَتْهُمُ ٱلرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُوا۟ فِى دَارِهِمْ جَـٰثِمِينَ ﴿٧٨﴾
نو راغی کافرانو ته هغه عذاب چې دوی په تلوار سره غوښتلو، داسې چې راونیول دوی لره سختې زلزلې، نو شو دوی پړمخې پراته چې یوځای شوي وو مخونه او زنګنونه ددوی له زمکې سره، بچ نه شو دهلاکت نه هیڅ یو کس ددوی
فَتَوَلَّىٰ عَنْهُمْ وَقَالَ يَـٰقَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَالَةَ رَبِّى وَنَصَحْتُ لَكُمْ وَلَـٰكِن لَّا تُحِبُّونَ ٱلنَّـٰصِحِينَ ﴿٧٩﴾
نو صالح -علیه السلام- دخپل قوم نه مخ واړاوه وروسته دنا امیدۍ دهغوی دقبلولو ددعوت نه، او دوی ته یې وویل: ای زما قومه! بیشکه ما ورسول تاسو ته هغه څه چې ما ته یې الله تعالی تاسو ته په دررسولو امر کړی و، او ما تاسو ته نصیحت کړی (خیرخواهي مې درله لټولې) ترغیب مې درکړی داخرت او ویرولي مې یاست دالله تعالی له عذاب نه، خو لیکن تاسو داسې قوم یاست چې نه خوښوئ خیرخواهان (نصیحت کوونکي) کوم چې تاسو ته دخیر په ښودلو او دشر نه په لرې کولو حرصناک دي
وَلُوطًا إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِۦٓ أَتَأْتُونَ ٱلْفَـٰحِشَةَ مَا سَبَقَكُم بِهَا مِنْ أَحَدٍۢ مِّنَ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٨٠﴾
او یاد کړه لوط -علیه السلام- کله چې هغه وویل پداسې حال کې چې انکار کوونکی وخپل قوم ته: آیا تاسو راتګ کوئ نا اشنا او بد کار ته چې هغه نارینو ته راتګ دی په شهوت سره (لواطت)؟! دا بد کار چې تاسو اول شروع کړی، نو ستاسو نه هیچا مخکې دا کار نه دی کړی!
إِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ ٱلرِّجَالَ شَهْوَةًۭ مِّن دُونِ ٱلنِّسَآءِ ۚ بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌۭ مُّسْرِفُونَ ﴿٨١﴾
یقینا تاسو راتلل کوئ نارینه وته لپاره دپوره کولو دشهوت پرته له زنانه وڅخه؛ هغوې چې پیداشوي دشهوت دپوره کولو لپاره، نو تاسو په خپل دې سپک او بد کار کې نه دعقل او نه دکوم دلیل او نه دفطرت تابعداري کوئ، بلکې تاسو تیریدونکی یاست دالله تعالی دپولو نه په وتلو ستاسو سره دانساني درمیانتوب نه، او دا ستاسو کوږوالی دی دهغه څه نه چې سالم عقلونه یې غوښتنه کوي، او پاک فطرتونه یې هم تقاضا کوي
وَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِۦٓ إِلَّآ أَن قَالُوٓا۟ أَخْرِجُوهُم مِّن قَرْيَتِكُمْ ۖ إِنَّهُمْ أُنَاسٌۭ يَتَطَهَّرُونَ ﴿٨٢﴾
او نه وجواب دقوم دهغه چې دې بدکارۍ لره کوونکي وو دهغه انکار دوجې نه چې په دوی باندې یې کړی وو مګر دا چې ویې ویل پداسې حال کې چې دحق نه مخ اړوونکي وو: وباسئ لوط او دهغه دکورنۍ دخپل کلي نه؛ یقینا دوی داسې خلک دی چې ځان ساتي زمونږ ددې کار نه، نو مونږ لره دا نه دي مناسب چې دوی دي زمونږ ترمنځ پاتي شي
فَأَنجَيْنَـٰهُ وَأَهْلَهُۥٓ إِلَّا ٱمْرَأَتَهُۥ كَانَتْ مِنَ ٱلْغَـٰبِرِينَ ﴿٨٣﴾
نو بچ وساته مونږ لوط -علیه السلام- او کورنۍ دهغه داسې چې مونږ هغه ته دشپې په وتلو امر وکړ دهغه کلې نه چې خامخا به پرې عذاب راځي، مګر ښځه دده چې شوه دباقی پاتي کیدونکو نه دخپل قوم سره، نو ورسیده هغې ته هغه عذاب کوم چې دغه قوم ته ورسیده. مخ ۱۳ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِم مَّطَرًۭا ۖ فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلْمُجْرِمِينَ ﴿٨٤﴾
او راووراوه مونږ په دوی باندې غټ باران، داسې چې ومو ویشتل دوی دخټو په تیږو باندې، او کلی مو ورباندې نسکور کړ، نو وګرځاوه مونږ اوچت طرف دهغه لا ندې، نو فکر او سوچ وکړه -ای پیغمبره- څرنګه وانجام دمجرمانو دلوط -علیه السلام- دقوم؟ نو یقینا ددوی اخرې انجام هلاکت او همیشنۍ شرمیندګي وه
وَإِلَىٰ مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًۭا ۗ قَالَ يَـٰقَوْمِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـٰهٍ غَيْرُهُۥ ۖ قَدْ جَآءَتْكُم بَيِّنَةٌۭ مِّن رَّبِّكُمْ ۖ فَأَوْفُوا۟ ٱلْكَيْلَ وَٱلْمِيزَانَ وَلَا تَبْخَسُوا۟ ٱلنَّاسَ أَشْيَآءَهُمْ وَلَا تُفْسِدُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَـٰحِهَا ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌۭ لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿٨٥﴾
م ؤمنين او یقینا مونږ لیږلی ود مدین قبیلې ته دهغوی ورور شعیب -علیه السلام- نو هغه ورته وویل: ای زما قومه! یواځې دالله تعالی بندګي وکړئ، نشته تاسو لره څوک لایق د بندګۍ په حقه سره چې دهغه نه پرته دبندګۍ لایق وي، بیشکه راغلی تاسو ته ښکاره دلیل دالله تعالی له طرفه، او ښکاره دلیل په ریښتینولۍ دهغه څه چې ما تاسو ته راوړي دخپل رب له طرف نه، پوره پوره ورکړئ خلکو ته حقونه دهغوی په پوره کولو دپیمانې او په پوره کولو دتول سره، او مه کموئ دخلکو نه په عیب سره سامان دهغوئ، او په بې رغبتۍ سره دهغوی دسامان نه، او په دوکه ورکولو سره هغوی ته، او فساد مه کوئ په ځمکه کې په کفر او ګناهونو کولو سره وروسته د اصلاح دهغې نه په راتللو دپیغمبرانو سره دمخکې نه، دا چې بیان شو غوره دی ستاسو لپاره او ډیر فایده مند دی تاسو لره که چیرته تاسو مومنان یاست؛ ددې وجې نه چې په دې کې پریښودل دګناهونو دي او دا ځان ساتل دي دوجې دمنع کولو دالله تعالی ددې نه، او ددې وجې نه چې په دې کې نزدیکت دی الله تعالی ته په کولو دهغه کار چې الله تعالی پرې امر کړی دی
وَلَا تَقْعُدُوا۟ بِكُلِّ صِرَٰطٍۢ تُوعِدُونَ وَتَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ مَنْ ءَامَنَ بِهِۦ وَتَبْغُونَهَا عِوَجًۭا ۚ وَٱذْكُرُوٓا۟ إِذْ كُنتُمْ قَلِيلًۭا فَكَثَّرَكُمْ ۖ وَٱنظُرُوا۟ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلْمُفْسِدِينَ ﴿٨٦﴾
او مه کینئ په هره لا ره کې چې ویروئ هغه څوک چې په دې لا ره باندې ځي دخلکو نه ددې لپاره چې ددوی نه مالونه واخلئ، او ددې لپاره چې بند کړئ دالله تعالی ددین نه هغه څوک چې اراده دهدایت موندلو لري، تاسو دا غواړئ چې دالله تعالی لا ره دی کږه وي تر دې چې خلک پرې لاړ نشي، او یاد کړئ دالله تعالی نعمتونه په تاسو باندې ددې لپاره چې شکر یې ادا کړئ، نو یقینا ستاسو عدد لږ ونو الله تعالی ډیر کړئ، او سوچ او فکر وکړئ چې څرنګه واخرې انجام دفساد کوونکو په ځمکه مخکې ستاسو نه، نو یقینا دهغوی اخري انجام هلاکت او بربادي وه
وَإِن كَانَ طَآئِفَةٌۭ مِّنكُمْ ءَامَنُوا۟ بِٱلَّذِىٓ أُرْسِلْتُ بِهِۦ وَطَآئِفَةٌۭ لَّمْ يُؤْمِنُوا۟ فَٱصْبِرُوا۟ حَتَّىٰ يَحْكُمَ ٱللَّهُ بَيْنَنَا ۚ وَهُوَ خَيْرُ ٱلْحَـٰكِمِينَ ﴿٨٧﴾
او كه وي یوه ډله ستاسو نه چې ایمان یې راوړی وي په هغه څه چې ما پرې راتګ کړی زما درب له طرفه، او یوه بله ډله چې په دې یې ایمان نه وي راوړی نو انتظار وکړئ -ای دروغجن ګڼوونکو- چې څه فیصله کوي الله تعالی ستاسو ترمنځ او خاص الله تعالی غوره دفیصله کوونکو څخه دی او ډیر دانصاف والا دی دهغه چا نه چې فیصله کوي
۞ قَالَ ٱلْمَلَأُ ٱلَّذِينَ ٱسْتَكْبَرُوا۟ مِن قَوْمِهِۦ لَنُخْرِجَنَّكَ يَـٰشُعَيْبُ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَكَ مِن قَرْيَتِنَآ أَوْ لَتَعُودُنَّ فِى مِلَّتِنَا ۚ قَالَ أَوَلَوْ كُنَّا كَـٰرِهِينَ ﴿٨٨﴾
دشعيب له قومه هغو لويانو او مشرانو چې لويي يې کړې وه شعيب عليه السلام ته وويل: اې شعيبه! هرومرو به تا او هغه کسان چې ته يې رېښتينی بللی يې له خپل دغه کلي وباسو او يا دا چې زموږ دين ته را وګرځې، شعيب دتعجب او انکار په ډول ورته وويل: ايا موږ ستاسو ددين او ملت پيروي وکړو سره له دې چې موږ هغه نه خوښوو؛ نو بيا خو موږ دهغه څه پر بطلان پوه يو چې تاسې پرې ياست. مخ ۱۴ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قَدِ ٱفْتَرَيْنَا عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا إِنْ عُدْنَا فِى مِلَّتِكُم بَعْدَ إِذْ نَجَّىٰنَا ٱللَّهُ مِنْهَا ۚ وَمَا يَكُونُ لَنَآ أَن نَّعُودَ فِيهَآ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُ رَبُّنَا ۚ وَسِعَ رَبُّنَا كُلَّ شَىْءٍ عِلْمًا ۚ عَلَى ٱللَّهِ تَوَكَّلْنَا ۚ رَبَّنَا ٱفْتَحْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ قَوْمِنَا بِٱلْحَقِّ وَأَنتَ خَيْرُ ٱلْفَـٰتِحِينَ ﴿٨٩﴾
که چېرته مونږ هم په هغه شرک او کفري عقیدي باور ولرو چې تاسو پرې یاست وروسته له دې چې الله تعالی ترې مونږ په خپل فضل سره ساتلي یو نو بیشکه مونږ به پر الله تعالی دروغ جوړ کړي وي، او زمونږ لپاره سمه نده چې ستاسو باطل دین ته دروګرځو مګر دا چې الله وغواړي چې هغه زمونږ رب دی، ځکه چې مونږ ټول دهغه دارادې تابعدار یو، زمونږ رب په خپل علم سره هر شی احاطه کړی دی، چې هیڅ شی ورڅخه پټ نه پاتې کیږي، یواځې په الله تعالی مونږ باور کړی ددې لپاره چې مونږ په نیغه لا ر مضبوط کړي، او ددوزخ له لا رې نه مو وساتي، ای زمونږه ربه! فیصله وکړه زمونږ او زمونږ دکافر قوم تر منځ په حقه سره، نو ته کامیاب کړه دحق والا مظلوم په سرکښه او ضدي ظالم باندې، نو ته چې یې -ای زمونږه ربه-! غوره فیصله کوونکی یې
وَقَالَ ٱلْمَلَأُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِن قَوْمِهِۦ لَئِنِ ٱتَّبَعْتُمْ شُعَيْبًا إِنَّكُمْ إِذًۭا لَّخَـٰسِرُونَ ﴿٩٠﴾
دشعیب-علیه السلام- له قوم څخه کافرو مشرانو او ملکانو چې دتوحید بلنه یې نه منله او خلک یې له شعیب علیه السلام او دهغه له دین څخه منعه کول وویل: که چیرته تاسو ننوځئ -ای زمونږه قومه! دشعیب -علیه السلام- په دین کې، او پریږدئ خپل دین او دخپلو مشرانو دین نو تاسو به یقینا په دغه وخت کې هلاکیدونکي یاست
فَأَخَذَتْهُمُ ٱلرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُوا۟ فِى دَارِهِمْ جَـٰثِمِينَ ﴿٩١﴾
نو دوی سختې زلزلې ونیول، نو هلاک شول دوی؛ مړه په خپلو کورونو کې، نسکور پراته په خپلو زنګنونو او مخونو باندې، مړه په خپلو کورونو کې
ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ شُعَيْبًۭا كَأَن لَّمْ يَغْنَوْا۟ فِيهَا ۚ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ شُعَيْبًۭا كَانُوا۟ هُمُ ٱلْخَـٰسِرِينَ ﴿٩٢﴾
هغه کسان چې دشعیب -علیه السلام- تکذیب یې کړی وو ټول هلاک شول، او داسې شول ګویاکې دوی بیخې په خپلو کورونو کې نه وي اوسیدلي او نه یې پکې څه خوندونه اخیستلي وي، هغه کسان چې دشعیب -علیه السلام- تکذیب یې کړی وخاص هم دوی تاوانیان شول؛ ځکه چې دوی په تاوان کې واچول خپل ځانونه او هغه څه چې دوی لرل، او دهغه دقوم څخه مومنان خلک تاوانیان نه وو لکه څرنګه چې دې کافرانو دعوا کوله
فَتَوَلَّىٰ عَنْهُمْ وَقَالَ يَـٰقَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَـٰلَـٰتِ رَبِّى وَنَصَحْتُ لَكُمْ ۖ فَكَيْفَ ءَاسَىٰ عَلَىٰ قَوْمٍۢ كَـٰفِرِينَ ﴿٩٣﴾
او مخ واړاوه لدوی څخه شعیب -علیه السلام- کله چې دوی هلاک شول، او دوی ته یې وویل: ای زما قومه! بیشکه ما رسولي تاسو ته هغه څه چې زما رب یې ماته؛ تاسو ته په دررسولو امر کړی دی، او تاسو ته مې نصیحت هم کړی لیکن تاسو زما نصیحت قبول نه کړ، او زما ویناوو ته مو غاړه کېنښوده، نو څرنګه زه خپه شم په هلاکت دهغه قوم چې په الله تعالی باندې کفر کوي او په خپل کفر کلک ولاړ هم دي؟!
وَمَآ أَرْسَلْنَا فِى قَرْيَةٍۢ مِّن نَّبِىٍّ إِلَّآ أَخَذْنَآ أَهْلَهَا بِٱلْبَأْسَآءِ وَٱلضَّرَّآءِ لَعَلَّهُمْ يَضَّرَّعُونَ ﴿٩٤﴾
او نه دی لیږلی مونږ په هیڅ یو کلي کې دکلو نه یو پیغمبر دالله تعالی دپیغمبرانو نه، نو تکذیب وکړي دهغه کلي والا او کفر وکړي، مګر رانیولي مونږ دوی لره په غریبۍ، فقر او مرض سره ددې لپاره چې شاید دوی الله تعالی ته غاړه کیږدي او پریږدي دوی هغه کفر او لویي چې دوی پکې دي. او دا ویره ورکول دي قریشو لره او هر هغه چا لره چې کفر او تکذیب یې کړی دی په یادولو دطریقو دالله تعالی دپخوانیو امتونو باره کې
ثُمَّ بَدَّلْنَا مَكَانَ ٱلسَّيِّئَةِ ٱلْحَسَنَةَ حَتَّىٰ عَفَوا۟ وَّقَالُوا۟ قَدْ مَسَّ ءَابَآءَنَا ٱلضَّرَّآءُ وَٱلسَّرَّآءُ فَأَخَذْنَـٰهُم بَغْتَةًۭ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿٩٥﴾
يشعرون وروسته لدې چې دوی مو په غریبۍ او مرض سره راونیول بیا بیرته مو مال ورکړ، امن او پراخي مو پرې راوسته تر دې چې شمېر یې زیات شو، او مالونه یې هم ډیر شول، او دوی وویل: مونږ ته چې کوم شر او خیر رارسیدلی ودا خو یو پخوانی عادت دی زمونږ نه مخکې زمونږ مشرانو ته هم رسیدلی و، او هغوی دا خبره نه وه کړې چې ګویا کې دوی ته چې کوم عذابونه رسیدلي وو دا دعبرت لپاره وو، او دوی ته چې کوم نعمتونه رسیدلي ګویا کې دا مهلت ودوی لره، نو مونږ راونیول دوی لره په مخ ۱۵ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر عذاب باندې ناڅاپه حال دا چې دوی په عذاب باندې نه پوهیدل او نه یې دعذاب انتظار کاوه
وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ ٱلْقُرَىٰٓ ءَامَنُوا۟ وَٱتَّقَوْا۟ لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَـٰتٍۢ مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ وَلَـٰكِن كَذَّبُوا۟ فَأَخَذْنَـٰهُم بِمَا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ ﴿٩٦﴾
كانوا يك سبون او که چیرته ددې کلو والا چې مونږ ورته خپل پیغمبران لیږلي وو ایمان راوړي په هغه څه باندې چې رسولانو یې ورته راوړي وو، او دخپل رب څخه ویریدلي وي په پریښودلو دکفر او ګناهونو سره او په عملي کولو داوامرو دهغه نو خامخا مونږ به پرانیستلی وی په دوی باندې دخیر دروازې دهر طرف نه، خو لیکن دوی په هغه باندې ایمان رانه وړ او نه یې ځان دکفر او ګناهونو څخه بچ کړ، بلکې تکذیب یې کړل هغه څه چې دوی ته ددوی پیغمبرانو راوړي و، نو مونږ راونیول دوی لره په ناڅاپه عذاب سره په سبب دهغو ګناهونو چې دوی کول
أَفَأَمِنَ أَهْلُ ٱلْقُرَىٰٓ أَن يَأْتِيَهُم بَأْسُنَا بَيَـٰتًۭا وَهُمْ نَآئِمُونَ ﴿٩٧﴾
آیا ددې دروغ ګڼوونکو کلي والا په امن کې دي ددې نه چې راشي دوی ته عذاب زمونږ دشپې په داسې حال کې چې دوی ویده وي او په خپل راحت او ارام کې وي؟
أَوَأَمِنَ أَهْلُ ٱلْقُرَىٰٓ أَن يَأْتِيَهُم بَأْسُنَا ضُحًۭى وَهُمْ يَلْعَبُونَ ﴿٩٨﴾
آیا په امن کې دي دوی ددې نه چې راشي دوی ته عذاب زمونږ دورځې په اوله برخه کې، په داسې حال کې چې دوی به بې خبره او غافل وي ددوی دمشغولتیا د وجې نه په دنیا باندې؟
أَفَأَمِنُوا۟ مَكْرَ ٱللَّهِ ۚ فَلَا يَأْمَنُ مَكْرَ ٱللَّهِ إِلَّا ٱلْقَوْمُ ٱلْخَـٰسِرُونَ ﴿٩٩﴾
وګورئ تاسې چې الله تعالی دوی ته څومره مهلت ورکړی و، او په دوی یې نعمتونه کړي وو دطاقت ورکولو نه او دپراخۍ درزق نه لپاره دمهلت ورکولو ددوی؛ نو آیا په امن کې دي دا درواغ ګڼوونکي خلک ددې کلیو والاو نه دالله تعالی دعذاب او دهغه دپټ تدبیر نه؟ نو نه په امن کیږي دالله تعالی دعذاب نه مګر هلاک کیدونکي خلک، او هغوی چې توفیق ورته ورکړی شوی نو دالله تعالی دعذاب څخه ویریږي، نو نه دوکه کیږي په هغو نعمتونو چې په دوی باندې شوي، بلکې دوی دا په ځان باندې دالله تعالی احسان ګڼي، نو شکر یې ادا کوي
أَوَلَمْ يَهْدِ لِلَّذِينَ يَرِثُونَ ٱلْأَرْضَ مِنۢ بَعْدِ أَهْلِهَآ أَن لَّوْ نَشَآءُ أَصَبْنَـٰهُم بِذُنُوبِهِمْ ۚ وَنَطْبَعُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ ﴿١٠٠﴾
يسمعون آیا نده ښکاره شوې هغو خلکو ته چې وروسته پاتي کیږي په ځمکه کیږي دهغوی دمشرانو دهلاکت نه وروسته دهغوی دګناهونو په وجه، نو دوی بیا عبرت نه اخلي دهغه عذاب دوجې نه چې په دوی راغلی، بلکې دوی هم دهغوی په شان کارونه کوي، آیا نده ښکاره شوې دوی ته چې بیشکه که الله تعالی وغواړي عذاب ورکول دوی ته ددوی دګناهونو په وجه نو خامخا به یې ورکړي لکه څرنګه چې دالله تعالی طریقه ده؟ او ددوی په زړونو باندې به مهر ولګوي نو له نصیحت څخه به پند نه اخلي، او نه به ورته نصیحت څه فایده ورکوي
تِلْكَ ٱلْقُرَىٰ نَقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنۢبَآئِهَا ۚ وَلَقَدْ جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِٱلْبَيِّنَـٰتِ فَمَا كَانُوا۟ لِيُؤْمِنُوا۟ بِمَا كَذَّبُوا۟ مِن قَبْلُ ۚ كَذَٰلِكَ يَطْبَعُ ٱللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِ ٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿١٠١﴾
ى دغه مخکني کلي - چې هغه دنوح، هود، صالح، لوط او شعیب -علیهم السلام- دقومونو کلي دي- مونږ بیانوو تاته او خبر درکوو تاته -ای پیغمبره- ددوی دحالاتو نه او هغه چې دوی کوم تکذیب او عناد کړی واو په دوی چې کوم عذاب راغلی و؛ ددې لپاره چې دا عبرت شي دهغه چا لپاره چې عبرت اخلي، او پند شي دهغه چا لپاره چې پند قبلوي، او بیشکه راغلي وو ددې کلیو والا ته پیغمبران ددوی په ښکاره دلیلونو ددوی په ریښتنولۍ، نو نه وو دوی چې ایمان یې راوړی وي ددې پیغمبرانو دراتګ په وخت کې ددې وجې نه چې مخکې لیکل شوی وو دالله تعالی په علم کې چې دوی به پدې باندې تکذیب کوي. او په شان دمهر لګولو دالله تعالی په زړونو ددې کلو والاو باندې کومو چې دخپلو پیغمبرانو تکذیب کړی؛ مهر لګوي الله تعالی په زړونو دکفر کوونکو په محمد -صلی الله علیه وسلم- باندې، مخ ۱۶ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر نو دایمان طرف ته هدایت نشي موندلی
وَمَا وَجَدْنَا لِأَكْثَرِهِم مِّنْ عَهْدٍۢ ۖ وَإِن وَجَدْنَآ أَكْثَرَهُمْ لَفَـٰسِقِينَ ﴿١٠٢﴾
او مونږ ندي موندلي ډیر دهغو امتونو نه چې پیغمبران ورته لیږل شوي وو په وفا او کلکوالي کې په هغه څه چې الله تعالی ورته پرې حکم کړی و، او مونږ نه وو موندلي دوی لره غاړه کیښودل دهغه حکمونو ته، بلکې مونږ موندلي وو زیات ددوی نه وتونکي دالله تعالی دتابعدارۍ نه
ثُمَّ بَعَثْنَا مِنۢ بَعْدِهِم مُّوسَىٰ بِـَٔايَـٰتِنَآ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَإِي۟هِۦ فَظَلَمُوا۟ بِهَا ۖ فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلْمُفْسِدِينَ ﴿١٠٣﴾
بیا مونږ ولیږه وروسته ددې پیغمبرانو نه موسی -علیه السلام- په معجزاتو او ښکاره دلیلونو خپلو سره هغه چې دلالت کوونکي وو دهغه په ریښتنولۍ فرعون او دهغه قوم ته، نو نه وو ددوی نه مګر دا چې انکار یې وکړ په دې معجزو او کفر یې پرې وکړ، نو ته په غور سره وګوره -ای پیغمبره- څرنګه شو اخري انجام دفرعون او دهغه د قوم، نو بیشکه الله تعالی هغوی په غرقیدلو سره تباه کړل، او راویې لیږه په دوی پسې لعنت په دنیا او اخرت کې
وَقَالَ مُوسَىٰ يَـٰفِرْعَوْنُ إِنِّى رَسُولٌۭ مِّن رَّبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿١٠٤﴾
او وویل موسی -علیه السلام- کله چې الله تعالی فرعون ته ولیږه او هغه ته ورغی: ای فرعونه! بیشکه زه رالیږل شوی یم له طرفه دپیداکوونکي دټولو مخلوقاتو چې د هغوی څښتن دی او دهغوی دټولو چارو برابروونکی دی
حَقِيقٌ عَلَىٰٓ أَن لَّآ أَقُولَ عَلَى ٱللَّهِ إِلَّا ٱلْحَقَّ ۚ قَدْ جِئْتُكُم بِبَيِّنَةٍۢ مِّن رَّبِّكُمْ فَأَرْسِلْ مَعِىَ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ﴿١٠٥﴾
وویل موسی -علیه السلام-: او هر کله چې زه دهغه له طرفه رالیږل شوی یم نو زه ډیر حقدار یم په دې خبره چې ونه وایم په الله تعالی باندې مګر حق خبره، بیشکه ما راتګ کړی تاسو ته په ښکاره دلیل چې دلالت کوي زما په ریښتنولۍ او په دې چې یقینا زه رالیږل شوی یم دخپل رب له طرف نه تاسو ته، نو پریږده زما سره بنی اسرائیل دهغه بند او ظلم نه چې دوی پکې دي
قَالَ إِن كُنتَ جِئْتَ بِـَٔايَةٍۢ فَأْتِ بِهَآ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّـٰدِقِينَ ﴿١٠٦﴾
فرعون موسی -علیه السلام- ته وویل: که چیرته تا راوړي وي کومه معجزه لکه ته چې ګومان کوې نو رایې وړه که ته په خپله دعوی کې ریښتونی یې. فألق عصاه فإذا هى ثعبان م بين
فَأَلْقَىٰ عَصَاهُ فَإِذَا هِىَ ثُعْبَانٌۭ مُّبِينٌۭ ﴿١٠٧﴾
نو موسی -علیه السلام- خپله امسا وغورځوله نو غټ ښامار ترې جوړ شو ښکاره وهغه چاته چې لیدلو یې
وَنَزَعَ يَدَهُۥ فَإِذَا هِىَ بَيْضَآءُ لِلنَّـٰظِرِينَ ﴿١٠٨﴾
او خپل لا س یې راوویست او ښکاره یې کړ دخپل ګریوان له طرفه دخپلې سینې او یا دخپل تخرګ نه؛ نو تک سپین راووته چې برګی مرض پرې نه و، پړقیده لیدونکو ته دډیر سپینوالي له وجې نه
قَالَ ٱلْمَلَأُ مِن قَوْمِ فِرْعَوْنَ إِنَّ هَـٰذَا لَسَـٰحِرٌ عَلِيمٌۭ ﴿١٠٩﴾
او وویل مشرانو او ملکانو کله چې یې دامسا بدلیدل په ښامار ولیدل او دلاس سپینیدل یې ولیدل پغیر دبرګي مرض نه: ندی موسی مګر جادوګر دی داسې جادوګر چې ډیر پوهه او ماهر دی. مخ ۱۷ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
يُرِيدُ أَن يُخْرِجَكُم مِّنْ أَرْضِكُمْ ۖ فَمَاذَا تَأْمُرُونَ ﴿١١٠﴾
دې دا کارونه ددې لپاره کوي چې تاسې ددې خپلې خاورې څخه وباسي، چې دا دمصر خاوره ده. بیا فرعون ددوی نه دموسی -علیه السلام- باره کې مشوره وغوښتله داسې یې ورته وویل: تاسو ما ته ددې باره کې څه نظر راکوئ؟
قَالُوٓا۟ أَرْجِهْ وَأَخَاهُ وَأَرْسِلْ فِى ٱلْمَدَآئِنِ حَـٰشِرِينَ ﴿١١١﴾
هغوی فرعون ته وویل: مهلت ورکړه موسی او دهغه ورور هارون ته، او دمصر ښارونو ته استازي ولیږه چې جادوګران پکې راټول کړي. يأتوك بكل سحر عليم
يَأْتُوكَ بِكُلِّ سَـٰحِرٍ عَلِيمٍۢ ﴿١١٢﴾
چې راولي تاته دا استازي کوم چې تا دجادوګرانو دراټولو لپاره لیږلي دښارونو نه؛ هر یو جادوګر چې خه ماهر وي په جادو کې او تکړه وي په خپل کردار کې
وَجَآءَ ٱلسَّحَرَةُ فِرْعَوْنَ قَالُوٓا۟ إِنَّ لَنَا لَأَجْرًا إِن كُنَّا نَحْنُ ٱلْغَـٰلِبِينَ ﴿١١٣﴾
نو ولیږل فرعون استازي دجادوګرانو دراټولو لپاره، پس هر کله چې جادوګران راغلل فرعون ته؛ پوښتنه یې ترې وکړه: آیا ددوی لپاره به جایزه وي که چیرته دوی په موسی باندې کامیاب شول ددوی دجادو په وجه؟
قَالَ نَعَمْ وَإِنَّكُمْ لَمِنَ ٱلْمُقَرَّبِينَ ﴿١١٤﴾
فرعون ورته داسې وویل: هو، ستاسو لپاره بدله او مزدوري شته، او تاسو به ماته دنزدې او منصبدارو خلکو څخه یاست
قَالُوا۟ يَـٰمُوسَىٰٓ إِمَّآ أَن تُلْقِىَ وَإِمَّآ أَن نَّكُونَ نَحْنُ ٱلْمُلْقِينَ ﴿١١٥﴾
جادوګرانو په لویي او تکبر سره وویل په داسې حال کې چې په موسی -علیه السلام- باندې په خپله کامیابۍ ډاډه وو: ته غوره کړه -ای موسی- څنګه چې ته غواړې د شروع کولو نه ستا په غورځولو دهغه څه چې ته یې غورځوي او که مونږ یې ړومبی وغورځوو
قَالَ أَلْقُوا۟ ۖ فَلَمَّآ أَلْقَوْا۟ سَحَرُوٓا۟ أَعْيُنَ ٱلنَّاسِ وَٱسْتَرْهَبُوهُمْ وَجَآءُو بِسِحْرٍ عَظِيمٍۢ ﴿١١٦﴾
موسی -علیه السلام- ورته جواب ورکړ پداسې حال کې چې هغه ډاډه ود خپل رب له طرف نه په مدد سره او په هغوی یې هیڅ پروا نه وه: تاسو خپلې رسۍ (پړي) او امساګانې ورغورځوئ، نو هر کله چې هغوی وغورځولې دخلکو په سترګو یې جادو وکړ په اړولو دهغوی دسترګو دسم راګیرولو نه، او خلک یې وویرول، او راتګ یې وکړ په ډیر قوي او سخت جادو سره دخلکو په نظر کې
۞ وَأَوْحَيْنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ أَنْ أَلْقِ عَصَاكَ ۖ فَإِذَا هِىَ تَلْقَفُ مَا يَأْفِكُونَ ﴿١١٧﴾
او الله تعالی خپل پیغمبر او کلیم (خبرې کړی شوي) موسی -علیه السلام- ته وحي (حکم) وکړ: چې وغورځوه -ای موسی- امسا خپله، نو هغه وغورځوله، او دهغې نه مار جوړ شو داسې چې دهغوی رسۍ ګانې او امساګانې یې تیرې کړلې هغه چې هغوی دحقیقت داړولو لپاره استعمالولې، او خلکو ته یې داسې ښودله ګویا کې دا ماران دی چې منډې وهي
فَوَقَعَ ٱلْحَقُّ وَبَطَلَ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿١١٨﴾
نو ښکاره شو حق او معلوم شو ريښتیا دهغه څه چې موسی -علیه السلام- پرې راتګ کړی و، او معلوم شو بطلان دهغه جادو چې جادوګرانو جوړکړی و. مخ ۱۸ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
فَغُلِبُوا۟ هُنَالِكَ وَٱنقَلَبُوا۟ صَـٰغِرِينَ ﴿١١٩﴾
نو مغلوب شو او ناکام شول، او کامیاب شو موسی -علیه السلام- په دوی باندې په دغه ځای کې، او دوی وګرځیدل په داسې حال کې چې ذلیل او غصه کړی شوی وو
وَأُلْقِىَ ٱلسَّحَرَةُ سَـٰجِدِينَ ﴿١٢٠﴾
نو نه وو حال ددې جادوګرانو کله چې یې دالله تعالی لوی قدرت ولیده، او ښکاره معجزات یې ولیدل، مګر دا چې الله تعالی ته سجده کوونکي پریوتل
قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا بِرَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿١٢١﴾
جادوګرانو وویل: بیشکه مونږ ایمان راوړ په پالونکي دټولو خلکو. رب موس وهرون
رَبِّ مُوسَىٰ وَهَـٰرُونَ ﴿١٢٢﴾
چې رب دموسی او هارون -علیهما السلام- دی، نو یواځې هغه مستحق دبندګۍ دی پرته له نورو په دروغو سره معبودانو
قَالَ فِرْعَوْنُ ءَامَنتُم بِهِۦ قَبْلَ أَنْ ءَاذَنَ لَكُمْ ۖ إِنَّ هَـٰذَا لَمَكْرٌۭ مَّكَرْتُمُوهُ فِى ٱلْمَدِينَةِ لِتُخْرِجُوا۟ مِنْهَآ أَهْلَهَا ۖ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿١٢٣﴾
تعلمون فرعون هغوی ته په ګواښوونکي ډول وویل وروسته دایمان راړولو دهغوی نه یواځې په الله تعالی باندې: تاسو دموسی خبره ومنله مخکې له دې چې زه درته اجازه وکړم؟ یقینا ستاسو په هغه باندې ایمان راوړل او تصدیق کول ستاسو هغه څه لره چې موسی پرې راتګ کړی خامخا یوه دوکه او چل دی چې تاسو او موسی یوځای جوړکړی ددې لپاره چې ددې ښار والا دخپل ښار نه وباسئ، نو زر دې چې تاسو به پوهه شئ -ای جادوګرانو- چې په تاسو به کوم عذاب راځي او تاسو ته به کومه سزا دررسیږي. لأقطعن أيديكم وأرجلكم من خلف ثم لأصلبنكم أجمعين
لَأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُم مِّنْ خِلَـٰفٍۢ ثُمَّ لَأُصَلِّبَنَّكُمْ أَجْمَعِينَ ﴿١٢٤﴾
خامخا زه به پرې کړم دهر یو ستاسې نه ښي لا س او چپه پښه او یا چپ لا س او ښي پښه، بیا به تاسو ټول دکجورو په تنو پورې زوړند کړم چې دا به ستاسو لپاره عبرتناکه سزا وي او ویروونکي به وي هر هغه چا لره چې تاسو په دې حال کې وویني
قَالُوٓا۟ إِنَّآ إِلَىٰ رَبِّنَا مُنقَلِبُونَ ﴿١٢٥﴾
جادوګرانو دفرعون دګواښ په جواب کې وویل: بیشکه مونږ یوازې خپل رب ته ګرځیدونکي یو، نو مونږ پروا نه کوو په هغو ګواښونو چې ته یې کوي
وَمَا تَنقِمُ مِنَّآ إِلَّآ أَنْ ءَامَنَّا بِـَٔايَـٰتِ رَبِّنَا لَمَّا جَآءَتْنَا ۚ رَبَّنَآ أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًۭا وَتَوَفَّنَا مُسْلِمِينَ ﴿١٢٦﴾
او ته بد نه ګڼې زمونږ څخه او غصه نه یې په مونږ باندې -ای فرعونه- مګر لدې وجې نه چې مونږ ایمان راوړی په معجزاتو درب خپل هر کله چې مونږ ته دموسی -علیه السلام- په لا س راغلې، نو که چیرته دا داسې ګناه وي چې ملامتیا پرې ویلی شي نو بس دا زمونږ ګناه ده، بیا یې الله تعالی مخه کړه په دعا کولو سره په عاجزۍ کې: ای زمونږه ربه! راتوی کړې پر مونږ باندې صبر تر دې چې مونږ لره پټ کړي دا صبر ددې لپاره چې مونږ په حق باندې کلک شو، او یا الله مونږ لره مرګ راولې پداسې حال کې چې مسلمانان یو، غاړه کېښودونکي یو ستا حکمونو ته، تابعداري کوونکي یو ستا دپیغمبر. مخ ۱۹ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَقَالَ ٱلْمَلَأُ مِن قَوْمِ فِرْعَوْنَ أَتَذَرُ مُوسَىٰ وَقَوْمَهُۥ لِيُفْسِدُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ وَيَذَرَكَ وَءَالِهَتَكَ ۚ قَالَ سَنُقَتِّلُ أَبْنَآءَهُمْ وَنَسْتَحْىِۦ نِسَآءَهُمْ وَإِنَّا فَوْقَهُمْ قَـٰهِرُونَ ﴿١٢٧﴾
او دفرعون دقوم مشرانو او ملکانو فرعون ته وویل:، په داسې حال کې چې هڅاوه یې هغه لره په موسی -علیه السلام- او دهغه په مومنانو ملګرو: آیا ته پریږدې -ای فرعونه- موسی او دهغه قوم ددې لپاره چې په ځمکه کې فساد خپور کړي، او پریږدي تا لره او ستا معبودانو لره، او رابلل وکړي یوازې دالله تعالی بندګۍته؟! فرعون وویل: خامخا زر دی چې وبه وژنو دبني اسرائیلو نران بچي، او مېرمنې به یې دخدمت لپاره پریږدو، او یقینا مونږ برلاسي یو پر دوی باندې؛ په زور غلبې او دلیل کې
قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ ٱسْتَعِينُوا۟ بِٱللَّهِ وَٱصْبِرُوٓا۟ ۖ إِنَّ ٱلْأَرْضَ لِلَّهِ يُورِثُهَا مَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦ ۖ وَٱلْعَـٰقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ ﴿١٢٨﴾
وویل موسی -علیه السلام- پداسې حال کې چې وصیت کوونکی وخپل قوم ته: ای زما قومه! یوازې دالله تعالی څخه مدد وغواړئ دضرر په دفع کولو او دفایدې په رانیولو کې، او صبر وکړئ په هغه امتحان چې تاسو پکې یاست، بیشکه ځمکه خاص الله تعالی لره ده، او دفرعون او دبل چا نده ترڅو پکې واک وکړي، او الله تعالی یې دخلکو تر منځ اړوي راړوي په خپله خوښه، خو لیکن اخري خایسته انجام په ځمکه کې دمومنانو دی هغوی چې دالله تعالی حکمونه مني او دهغه له منهیاتو څخه ځان ساتي، نو دا ځمکه دوی لره ده او اګر که دوی ته په دې کې مصیبتونه او امتحانونه ورسیږي
قَالُوٓا۟ أُوذِينَا مِن قَبْلِ أَن تَأْتِيَنَا وَمِنۢ بَعْدِ مَا جِئْتَنَا ۚ قَالَ عَسَىٰ رَبُّكُمْ أَن يُهْلِكَ عَدُوَّكُمْ وَيَسْتَخْلِفَكُمْ فِى ٱلْأَرْضِ فَيَنظُرَ كَيْفَ تَعْمَلُونَ ﴿١٢٩﴾
فينظر كيف تعملون له بني اسرائیلو څخه دموسی -علیه السلام- قوم هغه ته وویل: ای موسی!: بیشکه مونږ وړاندې ستا له راتګ څخه او وروسته لدې چې مونږ ته راغلې دفرعون له لورې زمونږ داولادونو په وژلو او دمېرمنو په پریښودلو سره ازمایل شوي یو، موسی -علیه السلام- ورته دنصیحت کولو پر مهال داسانتیاوو زیرې ورکړ او داسې یې ورته وویل: کېدای شي رب مو فرعون دښمن او قوم یې هلاک کړي، او وروسته له هغوی څخه به تاسو ته به په زمکه کې ځواک درکړي، بیا به نو وګوري چې تاسو شکر باسئ او که ناشکري کوئ
وَلَقَدْ أَخَذْنَآ ءَالَ فِرْعَوْنَ بِٱلسِّنِينَ وَنَقْصٍۢ مِّنَ ٱلثَّمَرَٰتِ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ ﴿١٣٠﴾
او یقینا مونږ سزا ورکړه فرعونیانو ته په وچکالۍ او قحطۍ سره، او هغوی مو دمیوو او دزمکې دحاصلاتو په کمووالي سره وازمایل؛ ددې لپاره چې شاید دوی پند او نصیحت واخلي چې ګویا کې دوی ته چې کوم څه مصیبتونه راغلي وو بیشکه دا ددوی لپاره سزا وه؛ ددوی دکفر په وجه، نو الله تعالی ته به توبه وباسي
فَإِذَا جَآءَتْهُمُ ٱلْحَسَنَةُ قَالُوا۟ لَنَا هَـٰذِهِۦ ۖ وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌۭ يَطَّيَّرُوا۟ بِمُوسَىٰ وَمَن مَّعَهُۥٓ ۗ أَلَآ إِنَّمَا طَـٰٓئِرُهُمْ عِندَ ٱللَّهِ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿١٣١﴾
ولكن أكثرهم لا يعلمون نو کله چې فرعونیانو باندې آبادي، دمیوو رسیدل او ارزاني راغلل دوی وویل: دا مونږ ته ځکه راکړل شوي چې مونږ یې حقدار یو او مونږ پرې ځانګړې شوي یو، او که چیرته ورته څه تکلیف له وچکالۍ، قحط او ډیروالي دمرضونو او نورو مصیبتونو نه ورسیږي نو بیا بد پالي په موسی -علیه السلام- او دهغه په ملګرو له بنی اسراییلو څخه نیسي، او حق خبره دا ده چې دوی ته چې کوم مصیبتونه رسیږي دا ټول دالله تعالی له طرفه مقرر شوي، او ددوی او دموسی -علیه السلام- لپاره پدې کې هیڅ کار نشته مګر دوی ته دموسی -علیه السلام- بد دعایي (ښیراوې)، خو لیکن اکثر ددوی نه پوهیږي، نو دوی یې له الله تعالی پرته نور چاته منسوبوي. وقالوا مهما تأتنا به من ءاية لتسحرنا بها فما نحن لك بمؤمنين
وَقَالُوا۟ مَهْمَا تَأْتِنَا بِهِۦ مِنْ ءَايَةٍۢ لِّتَسْحَرَنَا بِهَا فَمَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِينَ ﴿١٣٢﴾
او دفرعون قوم موسی -علیه السلام- ته دحق سره دضد له وجې نه وویل: هره یوه نخښه او معجزه چې ته پرې مونږ ته راتګ کوې، او هر یو دلیل چې ته یې زمونږ د عقیدو په بطلان باندې راوړې ددې لپاره چې مونږ دخپلو عقیدو څخه واړوې، او هر دلیل چې ته یې راوړې په ریښتنولۍ دهغه څه چې تا پرې راتګ کړی؛ نو مونږ هیڅکله په تا باندې ایمان نه راوړو. مخ ۲۰ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمُ ٱلطُّوفَانَ وَٱلْجَرَادَ وَٱلْقُمَّلَ وَٱلضَّفَادِعَ وَٱلدَّمَ ءَايَـٰتٍۢ مُّفَصَّلَـٰتٍۢ فَٱسْتَكْبَرُوا۟ وَكَانُوا۟ قَوْمًۭا مُّجْرِمِينَ ﴿١٣٣﴾
نو مونږ په دوی باندې ډیرې اوبه راولیږلې چې دا سزا وه ددوی لپاره ددوی ددروغجن والي او ضد له وجې، نو ددوی فصلونه او میوې یې تباه کړې، او په دوی مو ملخان راولیږل نو ددوی کښت او فصلونه یې وخوړل، او په دوی مو واړه شانته حشره راولیږله چې سپږه ورته وایې چې فصلونو ته ضرر رسوي او یا انسان ته دهغه په ویښتو کې ضرر رسوي، او په دوی مو چونګښې راولیږلې نو ددوی لوښې ډک شول، او ددوی خوراکونه خراب شول، او دوی بې خوبه شول، او په دوی مو وینې راولیږلی نو ددوی دکوهیانو او ویالو اوبه وینې شوې، دا ټولې ښکاره شوې معجزې مو جدا جدا یو بل پسې راولیږلې، او سره ددې نه چې دوی ته کوم عذابونه ورسیدل دوی بیا هم په الله تعالی دایمان راوړلو او دموسی په خبرو باندې دتصدیق کولو نه لویې وکړه، او دوی داسې یو قوم وچې ګناهونه به یې کول، او دباطل څخه به یې ډډه نه کوله، او دحق طرف ته نه تلل
وَلَمَّا وَقَعَ عَلَيْهِمُ ٱلرِّجْزُ قَالُوا۟ يَـٰمُوسَى ٱدْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِندَكَ ۖ لَئِن كَشَفْتَ عَنَّا ٱلرِّجْزَ لَنُؤْمِنَنَّ لَكَ وَلَنُرْسِلَنَّ مَعَكَ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ﴿١٣٤﴾
او کله چې دوی ته پدې شیانو عذاب ورسیده دوی موسی -علیه السلام- ته مخه کړه، او هغه ته یې وویل: ای موسی! دعا وغواړه مونږ لره ستا درب نه په هغه وجه چې تاته یې پیغمبري درکړې، او په هغه وجه چې تاسره یې وعده کړې په اوچتولو دعذاب نه په توبې سره چې زمونږ څخه دا عذاب پورته کړي، نو که چیرته تا په توبې سره زمونږ څخه دا عذاب لرې کړ، نو مونږ به خامخا په تا ایمان راوړو، او ستا سره به بني اسرائیل ولیږو، او مونږ به یې خوشې کړو
فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ ٱلرِّجْزَ إِلَىٰٓ أَجَلٍ هُم بَـٰلِغُوهُ إِذَا هُمْ يَنكُثُونَ ﴿١٣٥﴾
نو هر کله چې به مونږ ددوی نه عذاب دیوې نیټې پورې لرې کړ مخکې دهلاکولو ددوی نه په غرقیدلو سره نو په دغه وخت کې به دوی ماتول هغه لوظونه چې په خپلو ځانونو یې لا زم کړي وو له ایمان راړلو نه او دلیږلو دبنی اسرایېلو نه، نو دوی بیا همیشوالی وکړ په خپل کفر باندې، او دموسی -علیه السلام- سره یې دبني اسرائېلو دلیږلو نه ډډه وکړه
فَٱنتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَأَغْرَقْنَـٰهُمْ فِى ٱلْيَمِّ بِأَنَّهُمْ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا وَكَانُوا۟ عَنْهَا غَـٰفِلِينَ ﴿١٣٦﴾
نو هر کله چې پوره شوه ددوی دهلاکت معلومه نیټه مونږ په دوی باندې زمونږ عذابونه راولیږل په غرقیدلو ددوی په بحر کې په سبب دتکذیب ددوی په آیتونو دالله تعالی او په سبب دمخ اړولو ددوی له هغه حق نه؛ چې دا آیتونه پرې دلالت کوونکي دي اوهیڅ شک پکې نشته
وَأَوْرَثْنَا ٱلْقَوْمَ ٱلَّذِينَ كَانُوا۟ يُسْتَضْعَفُونَ مَشَـٰرِقَ ٱلْأَرْضِ وَمَغَـٰرِبَهَا ٱلَّتِى بَـٰرَكْنَا فِيهَا ۖ وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ ٱلْحُسْنَىٰ عَلَىٰ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ بِمَا صَبَرُوا۟ ۖ وَدَمَّرْنَا مَا كَانَ يَصْنَعُ فِرْعَوْنُ وَقَوْمُهُۥ وَمَا كَانُوا۟ يَعْرِشُونَ ﴿١٣٧﴾
ى ر او ورمو کړ بني اسرایېلو ته هغوی چې کمزوري به ګڼل فرعون او دهغه قوم دځمکې دختیځ او لویدیځ اړخونه، او لدې نه مراد دشام ښارونه دي، دا هغه ښارونه دي چې الله تعالی پکې برکت اچولی په راویستلو دفصلونو او دمیوو ددې په ډیره ښه توګه، او پوره شوه ښایسته وعده درب ستا -ای پیغمبره- هغه چې په دې آیت کې ذکر شوې ده: ((او مونږ غواړو چې احسان وکړو په هغو کسانو چې کمزوري کړی شوي وو په ځمکه کې او جوړ کړو مونږ دوی لره مشران ددین او جوړ کړو دوی لره وارثان دځمکې).[القصص:۵]، نو الله تعالی دوی ته په ځمکه کې ځای ورکړ ددوی دصبر په وجه په هغو تکلیفونو چې دوی ته دفرعون او دهغه دقوم څخه رسیدلي وو، او وران کړل مونږ هغه فصلونه او داوسیدو خونې چې دوی جوړول، او هغه چې دوی کوم قصرونه ودانول
وَجَـٰوَزْنَا بِبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ٱلْبَحْرَ فَأَتَوْا۟ عَلَىٰ قَوْمٍۢ يَعْكُفُونَ عَلَىٰٓ أَصْنَامٍۢ لَّهُمْ ۚ قَالُوا۟ يَـٰمُوسَى ٱجْعَل لَّنَآ إِلَـٰهًۭا كَمَا لَهُمْ ءَالِهَةٌۭ ۚ قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌۭ تَجْهَلُونَ ﴿١٣٨﴾
او هغه مهال مو بني اسرائیل له سمندر څخه واړول کله چې موسی (علیه السلام) هغه په خپله امسا وواهه او وچاودیده، نو دوی په داسې یو قوم باندې ورتیر شول چې هغوی همیشوالی کاوه په بندګۍ دخپلو بتانو چې دالله تعالی نه پرته یې دهغوی بندګي کوله، نو بني اسرایېلو موسی -علیه السلام- ته وویل: ای موسی! جوړ کړه مونږ لره یو بت چې مونږ یې بندګي کوو لکه څنګه چې دوی لره بتان دي او دوی یې پرته له الله تعالی نه بندګي کوي، موسی -علیه السلام- دوی ته وویل: ای زما قومه! یقینا تاسو داسې یو قوم یاست نه پوهیږئ په هغه څه چې دالله تعالی حق جوړیږي دهغه دتوحید او لویۍ نه، او په هغه څه چې نه ښائې دهغه سره دشرک او د مخ ۲۱ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر بل چا دبندګي نه
إِنَّ هَـٰٓؤُلَآءِ مُتَبَّرٌۭ مَّا هُمْ فِيهِ وَبَـٰطِلٌۭ مَّا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿١٣٩﴾
یقینا دا کسان چې همیشه دخپلو بتانو بندګي کوي هلاک به کړي دوی لره هغه څه چې دوی پکې دي دغیر الله له بندګۍ نه، او باطلې هم دي ټولې هغه نیکیانې چې دوی یې کوي ددې وجې نه چې دوی په بندګۍ کې دالله تعالی سره بل څوک شریک کړي
قَالَ أَغَيْرَ ٱللَّهِ أَبْغِيكُمْ إِلَـٰهًۭا وَهُوَ فَضَّلَكُمْ عَلَى ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿١٤٠﴾
موسی -علیه السلام- خپل قوم ته وویل: ای زما قومه! زه څرنګه تاسو لره پرته له الله تعالی نه بل څوک حقدار دبندګۍ ولټوم چې تاسو یې پرته له هغه نه بندګي وکړئ، او حال دا چې تاسو لیدلي دهغه دغټو معجزاتو نه هغه چې تاسو لیدلي، او هغه پاک او لوی ذات تاسو غوره کړي یاست په مخلوقاتو دخپلې زمانې دهغو نعمتونو له وجې نه چې په تاسو یې کړي دهلاکولو ددښمن ستاسو نه، او وارثان ګرځول تاسو لره په ځمکه کې، او طاقت او قدرت درکول تاسو لره په دې ځمکه کې؟!
وَإِذْ أَنجَيْنَـٰكُم مِّنْ ءَالِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوٓءَ ٱلْعَذَابِ ۖ يُقَتِّلُونَ أَبْنَآءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَآءَكُمْ ۚ وَفِى ذَٰلِكُم بَلَآءٌۭ مِّن رَّبِّكُمْ عَظِيمٌۭ ﴿١٤١﴾
من ر بكم عظيم او یاد کړئ -ای بني اسرایېلو- کله چې مونږ تاسو ته نجات درکړ په ازادولو ستاسو سره دذلیل کولو دفرعون او دهغه دقوم نه تاسو لره، کله چې هغوی تاسو ته درکول مختلف ډولونه دسپکوالي دوژلو ستاسو نرانو بچو لره، او پریښودل دمېرمنو ستاسو دخپل خدمت لپاره، او په دې ازادولو ستاسو کې دفرعون او دهغه دقوم نه لوی امتحان وستاسو درب له طرف نه چې دهغه تقاضا ستاسو نه شکر ایستل دي
۞ وَوَٰعَدْنَا مُوسَىٰ ثَلَـٰثِينَ لَيْلَةًۭ وَأَتْمَمْنَـٰهَا بِعَشْرٍۢ فَتَمَّ مِيقَـٰتُ رَبِّهِۦٓ أَرْبَعِينَ لَيْلَةًۭ ۚ وَقَالَ مُوسَىٰ لِأَخِيهِ هَـٰرُونَ ٱخْلُفْنِى فِى قَوْمِى وَأَصْلِحْ وَلَا تَتَّبِعْ سَبِيلَ ٱلْمُفْسِدِينَ ﴿١٤٢﴾
او الله تعالی دخپل پیغمبر موسی -علیه السلام- سره وعده وکړه دخپلو خاصو خبرو لپاره دیرشو شپو، بیا یې پوره کړې په زیاتوالي دلسو نورو شپو سره، نو ټولې څلویښت شپې شوې، او موسی -علیه السلام- خپل ورور هارون -علیه السلام- ته وویل: کله چې هغه دخپل رب ملاقات ته تللو: ای هارون! ته زما په قوم کې زما ځای ناستی شه، او دهغوی چارې برابروه په خایسته سیاست سره او په هغوی باندې په شفقت کولو سره، او دفسادیانو خلکولا ره مه تعقیبوه په کولو دګناهونو سره، او دګناهګارانو مددګار هم مه جوړیږه
وَلَمَّا جَآءَ مُوسَىٰ لِمِيقَـٰتِنَا وَكَلَّمَهُۥ رَبُّهُۥ قَالَ رَبِّ أَرِنِىٓ أَنظُرْ إِلَيْكَ ۚ قَالَ لَن تَرَىٰنِى وَلَـٰكِنِ ٱنظُرْ إِلَى ٱلْجَبَلِ فَإِنِ ٱسْتَقَرَّ مَكَانَهُۥ فَسَوْفَ تَرَىٰنِى ۚ فَلَمَّا تَجَلَّىٰ رَبُّهُۥ لِلْجَبَلِ جَعَلَهُۥ دَكًّۭا وَخَرَّ مُوسَىٰ صَعِقًۭا ۚ فَلَمَّآ أَفَاقَ قَالَ سُبْحَـٰنَكَ تُبْتُ إِلَيْكَ وَأَنَا۠ أَوَّلُ ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿١٤٣﴾
ى ى او کله چې موسی -علیه السلام- دخپل رب دملاقات لپاره راغی په خپل مقرر وخت کې، او هغه دڅلویښتو شپو پوره والی و، او خپل رب ورسره خبرې وکړې په څه کې چې یې ورسره خبرې کولې دحکمونو او نواهیو او نورو څخه، دموسی -علیه السلام- دخپل رب لیدلو ته شوق وشو، نو دخپل رب څخه یې وغوښتل چې دی ورته وګوري، نو الله تعالی ورته جواب ورکړ: ته هیڅکله ما په دنیایي ژوند کې نشې لیدلی؛ ځکه چې ته ددې وسه او طاقت نه لرې، لیکن ته غر ته وګوره کله چې زه هغه ته ښکاره شم نو که چیرته هغه په خپل ځای پاتي شو او څه اثر یې پرې ونه کړ نو ژر دی چې ته به ما ووینې، او که چیرته دا غر دځمکې سره برابر شو نو ته بیا ما لره هیڅکله په دنیا کې نشې لیدلی، نو هر کله چې الله تعالی دغره لورې ته جلوه وکړه نو ویې ګرځاوه هغه لره برابر دځمکې سره، او موسی - علیه السلام- بې هوشه راپریوت، نو هر کله چې په هوش کې راغی ددغې بې هوشۍ نه ویې ویل: پاکي ده تا لره -ای ربه- پاکې دهر هغه څه نه چې ستا سره نه ښایې، دا دی ما تاته توبه وویستله دهغه څه نه چې ما ستا نه غوښتلي وستا دلیدلو نه په دنیا کې، او بیشکه زه دلومړیو غاړه ایښودونکو څخه یم تا ته دخپل قوم نه. مخ ۲۲ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قَالَ يَـٰمُوسَىٰٓ إِنِّى ٱصْطَفَيْتُكَ عَلَى ٱلنَّاسِ بِرِسَـٰلَـٰتِى وَبِكَلَـٰمِى فَخُذْ مَآ ءَاتَيْتُكَ وَكُن مِّنَ ٱلشَّـٰكِرِينَ ﴿١٤٤﴾
الله تعالی موسی -علیه السلام- ته وفرمایل: ای موسی! بیشکه ته ما خاص کړی یې او غوره کړی مې یې په ټولو خلکو په خپلو پیغامونو سره کله چې ته ما دوی ته لیږلی یې، او ته ما غوره کړی یې په خبرو کولو سره پغیر دواسطې نه، نو ته ونیسه هغه چې ما تاته درکړی ددې لوی شرف نه، او شه ته دشکر ایستونکو نه الله تعالی ته په درکولو ددې لوی بخشش سره
وَكَتَبْنَا لَهُۥ فِى ٱلْأَلْوَاحِ مِن كُلِّ شَىْءٍۢ مَّوْعِظَةًۭ وَتَفْصِيلًۭا لِّكُلِّ شَىْءٍۢ فَخُذْهَا بِقُوَّةٍۢ وَأْمُرْ قَوْمَكَ يَأْخُذُوا۟ بِأَحْسَنِهَا ۚ سَأُو۟رِيكُمْ دَارَ ٱلْفَـٰسِقِينَ ﴿١٤٥﴾
او لیکلي ومونږ موسی -علیه السلام- لره په تختو دلرګیو یا نورو شیانو کې دهر هغه شي نه چې بني اسرایېلو ورته ضرورت لرلو ددیني او دنیوي کارونو نه؛ پند ود هغه چا لپاره چې پند یې اخیسته ددوی نه، او تفصیل ود هغو احکامو چې تفصیل ته یې ضرورت درلوده، نو ونیسه دا تورات -ای موسی- په مضبوط نیولو سره او کوشش کولو سره، او حکم وکړه خپل قوم بني اسرایېلو ته چې عمل وکړي په خایسته دهغه نه چې په دې کې دي دهغه نه چې ثواب یې ډیر وي لکه دحکم کړی شوي کار کول په پوره طریقې سره، او لکه صبر او بخښنه کول، خامخا زه به وښايم تاسو ته اخري انجام دهغه چا چې زما دحکم مخالفت یې کړی، او زما دتابعدارۍ نه وتلی، او هغه چې دا به ورته رسیږي دهلاکت او تباهۍ نه
سَأَصْرِفُ عَنْ ءَايَـٰتِىَ ٱلَّذِينَ يَتَكَبَّرُونَ فِى ٱلْأَرْضِ بِغَيْرِ ٱلْحَقِّ وَإِن يَرَوْا۟ كُلَّ ءَايَةٍۢ لَّا يُؤْمِنُوا۟ بِهَا وَإِن يَرَوْا۟ سَبِيلَ ٱلرُّشْدِ لَا يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًۭا وَإِن يَرَوْا۟ سَبِيلَ ٱلْغَىِّ يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًۭا ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا وَكَانُوا۟ عَنْهَا غَـٰفِلِينَ ﴿١٤٦﴾
زر به واړوم زه دعبرت اخیستلو څخه زما په ایتونو په کایناتو او نفسونو کې، او دپوهې څخه زما دکتاب دایتونو نه؛ هغه کسان چې لویې کوي دالله تعالی په بندګانو باندې او په حق باندې په نا حقه سره، او که چیرته دوی وویني هره یوه نښه دوی په هغې ایمان نه راوړي؛ دوجې داعتراض کولو ددوی په دې باندې او دوجې دمخ اړولو ددوی ددې نه، او دوجې ددښمنۍ ددوی نه الله تعالی او دهغه دپیغمبر سره، او که چیرته دوی وویني لا ره دحق هغه چې رسیدونکې ده دالله تعالی رضا ته نو دوی هغه لا ره نه خپلوي، او نه په هغې کې څه رغبت لري، او که چیرته وویني دوی لا ره دسرکشۍ او ګمراهۍ هغه چې رسیدونکې ده دالله تعالی غصې او غضب ته نو دوی هغه خپلوي، دا چې دوی ته کوم څه شی رسیدلی، دا ددوی ددروغ ګڼلو له وجې نه دالله تعالی لوی ایتونه هغه چې دلالت کوونکي دي په ریښتنولۍ دهغه څه چې پیغمبرانو پرې راتګ کړی، او ددوی دبې پرواېۍ دوجې نه دسوچ او فکر کولو نه په دې کې
وَٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا وَلِقَآءِ ٱلْـَٔاخِرَةِ حَبِطَتْ أَعْمَـٰلُهُمْ ۚ هَلْ يُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿١٤٧﴾
او هغه کسان چې دروغجن ګڼي زمونږ آیتونه هغه چې دلالت کوونکي دي په ریښتنولۍ دپیغمبرانو زمونږ، او دروغجن ګڼي ملاقات دالله تعالی دقیامت په ورځ، برباد شوي دي هغه نیک عملونه ددوی، نو ثواب نه ورکول کیږي دوی ته په دې باندې داساسي شرط دنشتوالي له وجې چې هغه ایمان دی، او بدله به نه ورکول کیږي دوی ته دقیامت په ورځ مګر دهغه کفر او شرک چې دوی په الله تعالی باندې کړی و، او بدله ددې همیش والی دی په اور کې
وَٱتَّخَذَ قَوْمُ مُوسَىٰ مِنۢ بَعْدِهِۦ مِنْ حُلِيِّهِمْ عِجْلًۭا جَسَدًۭا لَّهُۥ خُوَارٌ ۚ أَلَمْ يَرَوْا۟ أَنَّهُۥ لَا يُكَلِّمُهُمْ وَلَا يَهْدِيهِمْ سَبِيلًا ۘ ٱتَّخَذُوهُ وَكَانُوا۟ ظَـٰلِمِينَ ﴿١٤٨﴾
او جوړ کړ دموسی -علیه السلام- قوم وروسته دتللو دهغه دخپل رب دملاقات لپاره دخپلو ګاڼو څخه یوه مجسمه (ډانچه) دخوسي چې ساه پکې نه وه او اواز به یې کاوه، آیا دوی نه پوهیږي چې بیشکه دا خوسی ددوی سره خبرې نشي کولی، او نه ورته دحسي یا معنوی خیر طرف ته هدایت کولی شي، او نه دوی ته خیر رسولی شي او نه ترې ضرر اوچتولی شي؟! نیولی ودوی دې لره حقدار دبندګۍ او دوی په دې کار سره ظلم کوونکي وو دخپلو ځانونو سره
وَلَمَّا سُقِطَ فِىٓ أَيْدِيهِمْ وَرَأَوْا۟ أَنَّهُمْ قَدْ ضَلُّوا۟ قَالُوا۟ لَئِن لَّمْ يَرْحَمْنَا رَبُّنَا وَيَغْفِرْ لَنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ ٱلْخَـٰسِرِينَ ﴿١٤٩﴾
او هر کله چې دوی پښېمانه او حیران شول او پوهه شول چې یقینا دوی ګمراه شوي دنیغې لا رې نه په نیولو ددوی سره خوسي لره حقدار دبندګۍ دالله تعالی سره، دوی الله تعالی ته عاجزي وکړه نو ویې ویل: که چیرته مهرباني ونه کړې په مونږ باندې رب زمونږه په توفیق راکولو سره دهغه تابعدارۍ ته او ونه بخښې مونږ ته هغه ګناه چې مونږ کړې دبندګۍ کولو نه دخوسي، نو خامخا مونږ به شو دهغه کسانو څخه چې په دنیا او اخرت کې یې تاوان کړی دی. مخ ۲۳ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَلَمَّا رَجَعَ مُوسَىٰٓ إِلَىٰ قَوْمِهِۦ غَضْبَـٰنَ أَسِفًۭا قَالَ بِئْسَمَا خَلَفْتُمُونِى مِنۢ بَعْدِىٓ ۖ أَعَجِلْتُمْ أَمْرَ رَبِّكُمْ ۖ وَأَلْقَى ٱلْأَلْوَاحَ وَأَخَذَ بِرَأْسِ أَخِيهِ يَجُرُّهُۥٓ إِلَيْهِ ۚ قَالَ ٱبْنَ أُمَّ إِنَّ ٱلْقَوْمَ ٱسْتَضْعَفُونِى وَكَادُوا۟ يَقْتُلُونَنِى فَلَا تُشْمِتْ بِىَ ٱلْأَعْدَآءَ وَلَا تَجْعَلْنِى مَعَ ٱلْقَوْمِ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿١٥٠﴾
او هر کله چې موسی -علیه السلام- دخپل رب دملاقات څخه راوګرځیده خپل قوم ته پداسې حال کې چې په هغوی دغصې او غم نه ډک وو ددې وجې نه چې هغوی یې دخوسي په عبادت باندې ولیدل، او ویې ویل: ډیر بد دی هغه حال چې تاسو پرې زما دتګ څخه وروسته شوی یاست -ای زما قومه-؛ ځکه چې دا تاسو هلاکت او بدبختۍ ته رسوي، آیا تاسو زما دانتظار نه ستړي شوي یاست، نو تاسو ځکه دخوسي عبادت وکړ؟! او خپلې تختې یې وغورځولې دهغه سختې غصې او غم له وجې نه چې ده ته رسیدلي وه، او دخپل ورور هارون سر او ږیره یې ونیوله او خپل ځان طرف ته یې راکش کړ ځکه چې دا ددوی سره پاتې شوی واو دوی یې ددې څخه نه واړولي کله چې یې هغوی دخوسي په عبادت لیدلي وو، هارون -علیه السلام- موسی -علیه السلام- ته وویل په داسې حال کې چې هغه ته یې عذر وړاندې کاوه او دهغه څخه یې دمهربانۍ غوښتنه کوله: ای زما دمور زویه! بیشکه دې قوم زه کمزوری ګڼلی وم نو ځکه یې زه ذلیل کړم، او نږدې وه چې زه یې وژلی وم، نو ته ما لره داسې سزا مه راکوه چې زما دښمنان پرې خوشحاله شي، او ستا دغصې په وجه ما دظالمانو دډلې نه مه ګڼه، په دې وجه چې هغوی دالله نه پرته دبل چا بندګي کړې
قَالَ رَبِّ ٱغْفِرْ لِى وَلِأَخِى وَأَدْخِلْنَا فِى رَحْمَتِكَ ۖ وَأَنتَ أَرْحَمُ ٱلرَّٰحِمِينَ ﴿١٥١﴾
نو موسی -علیه السلام- دخپل رب څخه دعا وغوښتله: ای ربه زما! بخښنه وکړې ماته، او زما ورور هارون ته، او داخل کړې مونږ دواړه په خپل رحمت کې او وګرځوې ستا رحمت چې راګیر کړي مونږ لره دهر طرف نه، او ته چې یې -ای زمونږه ربه! ډیر مهربان یې پر مونږ باندې دهر یو رحم کوونکي نه
إِنَّ ٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُوا۟ ٱلْعِجْلَ سَيَنَالُهُمْ غَضَبٌۭ مِّن رَّبِّهِمْ وَذِلَّةٌۭ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ۚ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُفْتَرِينَ ﴿١٥٢﴾
بیشکه هغه کسان چې ګرځولی یی دی خوسي لره حقدار دبندګۍ چې بندګي یې کوي خامخا وبه رسیږي دوی ته سخت غضب ددوی درب له طرف نه، او سپکوالی په دې ژوند کې ځکه چې دوی خپل رب غصه کړی دی او دهغه قدر یې نه دی کړی، او ددې په شان سزا مونږ هغه چاته ورکوو چې په الله تعالی باندې دروغ جوړوي
وَٱلَّذِينَ عَمِلُوا۟ ٱلسَّيِّـَٔاتِ ثُمَّ تَابُوا۟ مِنۢ بَعْدِهَا وَءَامَنُوٓا۟ إِنَّ رَبَّكَ مِنۢ بَعْدِهَا لَغَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿١٥٣﴾
او هغه کسان چې بد عملونه یې کړي دي دالله تعالی سره دشرک کولو نه، او دګناهونو نه، بیا الله تعالی ته توبه وباسي داسې چې په هغه ایمان راوړي، او پریږدي هغه ګناهونه چې دوی مخکې کول، بیشکه ستا رب -ای پیغمبره- وروسته ددې توبې نه او دشرک نه ایمان طرف ته ګرځیدلو نه، او دګناهونو څخه تابعدارۍ ته، خامخا بخښنه کونکی دی دوی ته په پردې اچولو سره او په عفوې سره، مهربان دی په دوی باندې
وَلَمَّا سَكَتَ عَن مُّوسَى ٱلْغَضَبُ أَخَذَ ٱلْأَلْوَاحَ ۖ وَفِى نُسْخَتِهَا هُدًۭى وَرَحْمَةٌۭ لِّلَّذِينَ هُمْ لِرَبِّهِمْ يَرْهَبُونَ ﴿١٥٤﴾
او کله چې دموسی -علیه السلام- غصه سړه شوه او ارام شو، کومې تختې یې چې دغصې له وجې نه غورځولې وې هغه یې راواخیستې، او پدې تختو کې هدایت ود ګمراهۍ نه او دحق بیان پکې و، او په دې کې رحمت ود هغه چا لپاره چې دخپل رب څخه ویره کوي، او دهغه له عذاب څخه ویریږي
وَٱخْتَارَ مُوسَىٰ قَوْمَهُۥ سَبْعِينَ رَجُلًۭا لِّمِيقَـٰتِنَا ۖ فَلَمَّآ أَخَذَتْهُمُ ٱلرَّجْفَةُ قَالَ رَبِّ لَوْ شِئْتَ أَهْلَكْتَهُم مِّن قَبْلُ وَإِيَّـٰىَ ۖ أَتُهْلِكُنَا بِمَا فَعَلَ ٱلسُّفَهَآءُ مِنَّآ ۖ إِنْ هِىَ إِلَّا فِتْنَتُكَ تُضِلُّ بِهَا مَن تَشَآءُ وَتَهْدِى مَن تَشَآءُ ۖ أَنتَ وَلِيُّنَا فَٱغْفِرْ لَنَا وَٱرْحَمْنَا ۖ وَأَنتَ خَيْرُ ٱلْغَـٰفِرِينَ ﴿١٥٥﴾
او موسی -علیه السلام- دخپل قوم څخه اویا هوښیار کسان غوره کړل ددې لپاره چې خپل رب ته عذر وکړي دهغه څه نه چې دهغه دقوم کم عقلانو دخوسي عبادت کړی و، او الله تعالی دوی سره دیوې مقررې نیټې وعده کړې وه چې هغې ته به حاضریږي، نو هر کله چې دوی حاضر شول په الله تعالی یې جرات وکړ، او مخ ۲۴ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر دموسی -علیه السلام- څخه یې وغوښتل چې دوی ته دې الله تعالی وښایې، نو دوی زلزلې ونیول او لدې وجې نه دوی بې هوشه شول او مړه شول، نو موسی -علیه السلام- خپل رب ته عاجزي وکړه، او ویې ویل: ای زما ربه! که چیرته تا غوښتلی وی هلاکول دقوم زما او هلاکول زما ددوی سره مخکې دراتګ ددوی نه نو تا به هلاک کړی وی، آیا ته هلاکوې مونږ لره په سبب دهغه کار چې زمونږ کم عقلانو کړی دی؟ نو زما قوم چې کوم دخوسي عبادت کړی دی دا نه ومګر یو امتحان، ګمراه کوې ته په دې سره څوک چې وغواړې، او هدایت کوې چاته چې وغواړې، ته زمونږ دکارونو واکدار یې نو بخښنه وکړې مونږ ته زمونږ دګناهونو، او رحم وکړې پر مونږ باندې ستا په پراخه رحمت سره، او ته هغه غوره ذات یې ګناه بخښې، او له ګناه څخه (بنده) ته تېریږې
۞ وَٱكْتُبْ لَنَا فِى هَـٰذِهِ ٱلدُّنْيَا حَسَنَةًۭ وَفِى ٱلْـَٔاخِرَةِ إِنَّا هُدْنَآ إِلَيْكَ ۚ قَالَ عَذَابِىٓ أُصِيبُ بِهِۦ مَنْ أَشَآءُ ۖ وَرَحْمَتِى وَسِعَتْ كُلَّ شَىْءٍۢ ۚ فَسَأَكْتُبُهَا لِلَّذِينَ يَتَّقُونَ وَيُؤْتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَٱلَّذِينَ هُم بِـَٔايَـٰتِنَا يُؤْمِنُونَ ﴿١٥٦﴾
او ته مونږ وګرځوه دهغه چا نه چې تا ورته عزت ورکړی په دې ژوند کې په نعمتونو او سلامتیا سره او تا ورته دنیک عمل توفیق ورکړی، او ستا دهغو نیکانو بندګانو څخه چې تا ورته په اخرت کې جنت تیار کړی، بیشکه مونږ تاته توبه ایستلې، او تاته راګرځیدلي یو اقرار کوونکي یو په خپلې کمزورۍ او کوتاهۍ، الله تعالی وفرمایل: عذاب زما زه هغه چا ته ورکوم چې دبدبختۍ کارونه کوي، او رحمت زما شامل دی هر یو شي ته په دنیا کې؛ نو نشته هیڅ مخلوق مګر دالله تعالی رحمت ورته رسیدلی، او هغه یې په خپل فضل او مهربانۍ کې راګیر کړی، نو خامخا زه به خپل رحمت په اخرت کې هغه چا لره خاص کوم چې دالله تعالی څخه ویریږي په عملي کولو دحکمونو دهغه او په ځان ساتلو دهغه له نواهیو څخه، او هغه کسان چې دخپلو مالونو زکاتونه مستحقو کسانو ته ورکوي، او هغه کسان چې زمونږ په آیتونو ایمان لري
ٱلَّذِينَ يَتَّبِعُونَ ٱلرَّسُولَ ٱلنَّبِىَّ ٱلْأُمِّىَّ ٱلَّذِى يَجِدُونَهُۥ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِى ٱلتَّوْرَىٰةِ وَٱلْإِنجِيلِ يَأْمُرُهُم بِٱلْمَعْرُوفِ وَيَنْهَىٰهُمْ عَنِ ٱلْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ ٱلطَّيِّبَـٰتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ ٱلْخَبَـٰٓئِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَٱلْأَغْلَـٰلَ ٱلَّتِى كَانَتْ عَلَيْهِمْ ۚ فَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِهِۦ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَٱتَّبَعُوا۟ ٱلنُّورَ ٱلَّذِىٓ أُنزِلَ مَعَهُۥٓ ۙ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ ﴿١٥٧﴾
هغه کسان چې دهغه محمد صلی الله عليه وسلم پيروي کوي کوم چې داسې نالوستی نبي دی چې نه لولي او نه ليکل کوي، بلکې يوازې خپل پالونکی يې وحي ورته کوي او هغه داسې دی چې هغوی يې نوم، صفت او نبوت په هغه تورات کې ليکلی مومي چې پر موسی عليه السلام نازل کړل شوی او انجيل کې چې پر عيسی عليه السلام نازل کړل شوی، پر هغه څه امر ورته کوي چې نېکي او ښېګنه يې پېژندل شوې او له هغه څه يې را ګرځوي چې په صحيح عقلونو او سالمو فطرتونو کې يې بدي پېژندل شوې ده او دخوراک او څښاک له توکو او نکاح څخه يې هغه خوندور څه ورته روا کړي دي چې زيان پکې نه وي، او له هغو يې خبيث شيان پرې ناروا کړي دي او هغه سخت تکاليف يې ترې لېرې کړي دي چې پرې مکلف کېدل به، لکه دقاتل دوژلو وجوب هغه که بيا په لوی لا س واو که په تېروتنه، نو چا چې له بني اسرائيلو او نورو خلکو پرې ايمان راوړی دی، دهغه درناوی او احترام يې کړی او دهغو کافرانو پر خلاف يې مرسته ورسره کړې چې دښمني ورسره لري، او دهغه قرآن پيروي يې کړې چې پرې نازل کړل شوی، لکه دلارښوونکي رڼا، همدوی داسې بريالي دي چې هغه څه به ترلاسه کوي چې غواړي يې او له هغه څه به ساتل کيږي چې ترې ډاريږي
قُلْ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنِّى رَسُولُ ٱللَّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا ٱلَّذِى لَهُۥ مُلْكُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۖ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ يُحْىِۦ وَيُمِيتُ ۖ فَـَٔامِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِ ٱلنَّبِىِّ ٱلْأُمِّىِّ ٱلَّذِى يُؤْمِنُ بِٱللَّهِ وَكَلِمَـٰتِهِۦ وَٱتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿١٥٨﴾
ووایه -ای پیغمبره-: ای خلکو! بیشکه زه تاسو ټولو عربو او عجمو ته دالله تعالی استازی یم، دهغه الله تعالی چې خاص هغه لره بادشاهي داسمانونو ده، او خاص هغه لره بادشاهي دځمکې ده، نشته څوک حقدار دبندګۍ په حقه سره پرته له هغه پاک ذات نه، مړي ژوندي کوي، او ژوندې مړه کوي، نو -ای خلکو- تاسو په الله تعالی ایمان راوړئ، او ایمان راوړئ پر محمد -صلی الله علیه وسلم- داسې پیغمبر دی چې لوستل او لیکل نشي کولی، بلکې دخپل رب له طرف نه یې وحي راوړې، داسې پیغمبر دی چې ایمان لري په الله تعالی، او ایمان لري په هغې وحي چې ده ته راغلې او په هغه کتابونو چې ددې نه په مخکې پیغمبرانو راغلي ده پرته له فرق کولو نه په دوی کې، او تاسو دهغه تابعداري وکړئ په هغې وحي کې چې ده ته دهغه درب دطرف نه راغلې؛ په دې امید چې تاسو روان شئ هغې لا رې ته چې ستاسو ددنیا او اخرت ښېګڼه پکې ده. مخ ۲۵ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَمِن قَوْمِ مُوسَىٰٓ أُمَّةٌۭ يَهْدُونَ بِٱلْحَقِّ وَبِهِۦ يَعْدِلُونَ ﴿١٥٩﴾
او دموسی -علیه السلام- دقوم بنې اسرایېلو څخه یوه ډله وه چې ولاړه وه په برابر دین، هغه به یې خلکو ته ښوده، او په عدل به یې فیصلې کولې نو ظلم به یې نه کولو
وَقَطَّعْنَـٰهُمُ ٱثْنَتَىْ عَشْرَةَ أَسْبَاطًا أُمَمًۭا ۚ وَأَوْحَيْنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ إِذِ ٱسْتَسْقَىٰهُ قَوْمُهُۥٓ أَنِ ٱضْرِب بِّعَصَاكَ ٱلْحَجَرَ ۖ فَٱنۢبَجَسَتْ مِنْهُ ٱثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْنًۭا ۖ قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍۢ مَّشْرَبَهُمْ ۚ وَظَلَّلْنَا عَلَيْهِمُ ٱلْغَمَـٰمَ وَأَنزَلْنَا عَلَيْهِمُ ٱلْمَنَّ وَٱلسَّلْوَىٰ ۖ كُلُوا۟ مِن طَيِّبَـٰتِ مَا رَزَقْنَـٰكُمْ ۚ وَمَا ظَلَمُونَا وَلَـٰكِن كَانُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿١٦٠﴾
ى او وویشل مونږ بني اسرایېل دولس قبیلو ته، او وحې وکړه مونږ موسی -علیه السلام- ته کله چې وغوښتل دهغه نه قوم دهغه چې دالله تعالی نه وغواړي چې دوی ته اوبه ورکړي: دا چې ووهه -ای موسی- په امسا سره دې ګټې (تیږې) لره، نو موسی -علیه السلام- هغه ووهله، نو راوخوټکیدلې (راووتلې) دهغې نه دولس چینې په شمار دقبیلو ددوی چې دولس قبیلې وې، بیشکه وپیژانده هرې قبیلې ددوی نه خپل ځای داوبو څښلو، نو په دې کې به ورسره بله قبیله شریکه نه وه، او سوری کړه مونږ پر دوی باندې وریځ چې ددوی سره به روانه وه کله چې به دوی روان وو، او ودریدله به کله به چې دوی ودریدل، او راولیږل مونږ په دوی باندې زمونږ دنعمتونو نه خواږه څښل لکه دشاتو په شان او وړه مرغئ چې غوښه یې پاکه وه دمړز په شان، او مونږ دوی ته وویل: خورئ تاسو دپاک هغه څه نه چې مونږ تاسو ته درکړي، او دوی مونږ ته څه تاوان راونه رساوه دهغه ظلم او ناشکرۍ له وجې نه چې دوی کړې وه، او ددې نعمتونو قدر یې ونه کړ، لکه څنګه چې مناسب ود دې سره، لیکن دوی دخپلو ځانونو سره ظلم کوي په کمولو دبرخو خپلو کله چې هغوی خپل ځانونه دهلاکت ځایونو ته ورسول، دالله تعالی دمخالفت له وجې نه او دهغه د نعمتونو دناشکرۍ له وجې نه
وَإِذْ قِيلَ لَهُمُ ٱسْكُنُوا۟ هَـٰذِهِ ٱلْقَرْيَةَ وَكُلُوا۟ مِنْهَا حَيْثُ شِئْتُمْ وَقُولُوا۟ حِطَّةٌۭ وَٱدْخُلُوا۟ ٱلْبَابَ سُجَّدًۭا نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطِيٓـَٔـٰتِكُمْ ۚ سَنَزِيدُ ٱلْمُحْسِنِينَ ﴿١٦١﴾
او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې الله تعالی بني اسرایېلو ته وویل: ننوځئ تاسو بیت المقدس ته، او دهغه کلې له میوو څخه وخورئ کوم ځای چې ستاسو خوښ وي او په کوم وخت کې چې تاسو غواړئ، او ووایئ: ای زمونږ ربه! لرې کړه زمونږ نه ګناهونه زمونږ، او ننوځئ په دروازه کې رکوع کوونکي او عاجزي کوونکي خپل رب ته؛ نو که چیرته تاسو دا کار وکړ، نو مونږ به ستاسو دګناهونو نه تېر شو، او خامخا زیاتوو مونږ خایسته عمل کوونکو لره ددنیا او آخرت دنعمتونو نه
فَبَدَّلَ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مِنْهُمْ قَوْلًا غَيْرَ ٱلَّذِى قِيلَ لَهُمْ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِجْزًۭا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ بِمَا كَانُوا۟ يَظْلِمُونَ ﴿١٦٢﴾
نو له هغوی تېری کوونکو يې هغه وينا چې امر ورته پرې شوی و، بدله کړه او ويې ويل: په وربشه کې دانه ده، پر ځای دهغې وینا چې - په هغې سره - هغوی ته د بخښنې غوښتلو امر شوی و، هغه فعل چې امر ورته پرې شوی و، هغه يې بدل کړ، نو په ناسته په شا څښېدونکي داخل شول، پر ځای ددې چې الله ته عاجزي کوونکي او سر ټيټوونکي داخل شي، نو پر هغوی مو له آسمانه دهغوی دتېري له امله عذاب ولېږلو
وَسْـَٔلْهُمْ عَنِ ٱلْقَرْيَةِ ٱلَّتِى كَانَتْ حَاضِرَةَ ٱلْبَحْرِ إِذْ يَعْدُونَ فِى ٱلسَّبْتِ إِذْ تَأْتِيهِمْ حِيتَانُهُمْ يَوْمَ سَبْتِهِمْ شُرَّعًۭا وَيَوْمَ لَا يَسْبِتُونَ ۙ لَا تَأْتِيهِمْ ۚ كَذَٰلِكَ نَبْلُوهُم بِمَا كَانُوا۟ يَفْسُقُونَ ﴿١٦٣﴾
او پوښتنه وکړه -ای پیغمبره- له یهودیانو څخه دیاداښت ورکولو لپاره دوی ته په هغه عذاب سره چې الله تعالی ددوی مشرانو ته ورکړی و، دهغه کلې اوسیدونکو ته چې ددریاب په غاړه و، کله چې دوی دالله تعالی له حدودو څخه تیری کاوه په ښکار کولو سره دخالي (شنبې) په ورځ وروسته لدې چې دوی منع شوي وو لدې کار څخه کله چې الله تعالی په دوی باندې امتحان وکړ داسې چې ماهیان به دخالي په ورځ داوبو په سره ښکاره راتلل، او په نورو ورځو کې به ماهیان دوی ته نه راتلل، الله تعالی په دوی دا امتحان ځکه کړی وچې دوی دهغه دتابعدارۍ نه وتلي وو او ګناهونه یې کول، نو دوی ددغو ماهیانو دښکار لپاره چل جوړ کړ داسې چې جالونه یې ورته ولګول، او کندې یې وویستلې، نو ماهیان به دخالي (شنبې) په ورځ په دې کې لویدل، نو چې داتوار (یکشنبې) ورځ به شوه دوی به هغه راونیول او خوړل به یې. مخ ۲۶ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَإِذْ قَالَتْ أُمَّةٌۭ مِّنْهُمْ لِمَ تَعِظُونَ قَوْمًا ۙ ٱللَّهُ مُهْلِكُهُمْ أَوْ مُعَذِّبُهُمْ عَذَابًۭا شَدِيدًۭا ۖ قَالُوا۟ مَعْذِرَةً إِلَىٰ رَبِّكُمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ ﴿١٦٤﴾
يتقون او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې یوه ډله ددوی څخه داسې وه چې دا بله ډله یې منع کوله ددې بد کار نه، او ویرول یې ددې نه، نو بلې یوې ډلې دې نصیحت کوونکو ته وویل: تاسو ولې نصیحت کوئ داسې یوې ډلې ته چې الله تعالی هلاکوونکی دي هغې لره په دنیا کې دهغې ګناه په وجه چې دوی کړې، او یا سخت عذاب ورکوونکی دی دوی ته دقیامت په ورځ؟ وویل هغو نصیحت کوونکو خلکو: زمونږ وعظ او نصیحت دوی ته عذر وړاندې کول دي الله تعالی ته دهغه څه په کولو سره چې مونږ ته پرې امر شوی چې هغه امر کول دي په نیکیو باندې او منع کول دي له بدیو څخه، تر دې چې مونږ الله تعالی ددې په پریښودلو سره ونه نیسي، او شاید چې دوی په پند او نصیحت سره فایده واخلئ، نو دوی به لا س واخلي دهغې ګناه څخه چې دوی پکې دي
فَلَمَّا نَسُوا۟ مَا ذُكِّرُوا۟ بِهِۦٓ أَنجَيْنَا ٱلَّذِينَ يَنْهَوْنَ عَنِ ٱلسُّوٓءِ وَأَخَذْنَا ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ بِعَذَابٍۭ بَـِٔيسٍۭ بِمَا كَانُوا۟ يَفْسُقُونَ ﴿١٦٥﴾
نو پس هر کله چې نافرمانو خلکو مخ واړاوه دهغه پند نه چې دوی ته نصیحت کوونکو کړی واو دخپل کار څخه منع نه شو، مونږ هغه چاته دعذاب نه نجات ورکړ چې له بدیو نه یې خلک منع کول او راومونیول هغو کسانو لره چې ظلم یې کړی وپه تیرې کولو سره په ښکار باندې دخالي (شنبې) په ورځ په سخت عذاب سره لدې وجې نه چې دوی دالله تعالی دتابعدارۍ څخه وتلي وو او ددوی دهمیشوالي له وجې نه په ګناه باندې. فلما عتوا عن م انهوا عنه قلنا لهم كونوا قردة خسٔين
فَلَمَّا عَتَوْا۟ عَن مَّا نُهُوا۟ عَنْهُ قُلْنَا لَهُمْ كُونُوا۟ قِرَدَةً خَـٰسِـِٔينَ ﴿١٦٦﴾
نو هر کله چې دوی دالله تعالی په نافرمانۍ کې دحد نه واوښتل دتکبر او ضد له وجې نه، او نصیحت یې قبول نه کړ، مونږ دوی ته وویل: ای ګناهګارانو! شئ تاسې شادوګان ذلیلان، نو شول دوی لکه څرنګه چې مونږ غوښتل، بیشکه زمونږ امر یو شي ته کله چې مونږ وغواړو داچې مونږ ورته ووایو چې شه، نو شي
وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكَ لَيَبْعَثَنَّ عَلَيْهِمْ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَـٰمَةِ مَن يَسُومُهُمْ سُوٓءَ ٱلْعَذَابِ ۗ إِنَّ رَبَّكَ لَسَرِيعُ ٱلْعِقَابِ ۖ وَإِنَّهُۥ لَغَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿١٦٧﴾
لغفور ر حيم او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې الله تعالی صریح اعلان وکړ چې هیڅ پټوالی پکې نه وچې خامخا به په یهودیانو باندې داسې څوک مسلطوي چې دوی به ذلیلوي او سپکوي به يې په دې دنیوي ژوند کې دقیامت تر ورځې پورې، بیشکه رب ستا -ای پیغمبره- خامخا سخت سزا ورکوونکی دی هغه چا ته چې دهغه نافرماني کوي، تر دې چې هغه لره په دنیا کې په تلوار سره سزا ورکوي، او بیشکه خامخا هغه بخښې ګناهونه دهغه چا چې هغه ته توبه وباسي دخپلو بندګانو نه، رحم کوونکی دی په دوی باندې
وَقَطَّعْنَـٰهُمْ فِى ٱلْأَرْضِ أُمَمًۭا ۖ مِّنْهُمُ ٱلصَّـٰلِحُونَ وَمِنْهُمْ دُونَ ذَٰلِكَ ۖ وَبَلَوْنَـٰهُم بِٱلْحَسَنَـٰتِ وَٱلسَّيِّـَٔاتِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿١٦٨﴾
يرجعون او مونږ دوی په ځمکه کې وویشل، او ټس نس مو کړل په دې کې په ډلو سره، وروسته لدې نه چې دوی یوځای وو، ځینې ددوی نه نیکان دي چې ولاړ دي دالله تعالی په حقونو او دهغه دبندګانو په حقونو، او ځینې ددوی نه درمیانه دي، او بعضې ددوی نه زیاتي کوونکي دي په خپلو ځانونو باندې په ګناهونو سره، او مونږ په دوی باندې امتحان وکړ په پراخۍ او سختۍ سره ددې لپاره چې شاید دوی دهغو ګناهونو څخه راوګرځي چې دوی په کې دي
فَخَلَفَ مِنۢ بَعْدِهِمْ خَلْفٌۭ وَرِثُوا۟ ٱلْكِتَـٰبَ يَأْخُذُونَ عَرَضَ هَـٰذَا ٱلْأَدْنَىٰ وَيَقُولُونَ سَيُغْفَرُ لَنَا وَإِن يَأْتِهِمْ عَرَضٌۭ مِّثْلُهُۥ يَأْخُذُوهُ ۚ أَلَمْ يُؤْخَذْ عَلَيْهِم مِّيثَـٰقُ ٱلْكِتَـٰبِ أَن لَّا يَقُولُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ إِلَّا ٱلْحَقَّ وَدَرَسُوا۟ مَا فِيهِ ۗ وَٱلدَّارُ ٱلْـَٔاخِرَةُ خَيْرٌۭ لِّلَّذِينَ يَتَّقُونَ ۗ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿١٦٩﴾
نو راغلل وروسته ددوی نه بد خلک چې ددوی خلیفګان (وارثان) وو، تورات یې دخپلو مشرانو څخه اخیستی و، هغه به یې لوسته خو لیکن عمل به یې نه کاوه په هغه احکامو چې په دې کې و، دالله تعالی دکتاب دبدلولو په وجه به یې ددنیا لږ بیکاره سازوسامان درشوت په ډول اخیست، او دفیصله کولو دوجې نه په هغه څه مخ ۲۷ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر چې دې کې ندي راغلي، او ځان ته به یې دا امیدونه ورکول چې خامخا الله تعالی به دوی ته ددوی ګناهونه وبخښي، او که چیرته راشي دوی ته لږ دنیوي سازوسامان نو اخلي يې په پرلپسې توګه، آیا نه وو اخیستي الله تعالی ددوی نه مضبوط لوظونه او وعدې په دې خبره چې نه به وایې دوی په الله تعالی مګر حق به وائې پغیر د تحریف او بدلولو نه؟! او نه وپریښودل ددوی عمل کولو لره په کتاب باندې دناپوهۍ له وجې، بلکې سره له پوهې نه وو، نو بیشکه دوی لوستلي وو هغه څه چې په دې کې وو او یاد کړي يې هم وو، نو ددوی ګناه ډیره سخته ده، او کور وروستنی او هغه دایمي نعمتونه چې په دې وروستني کور کې دي ډیر غوره دي ددې ختمیدونکي سازوسامان څخه، هغه چا لره چې دالله تعالی څخه ویریږي دهغه داوامرو په عملي کولو سره او دهغه دنواهیو څخه په ځان ساتلو سره، آیا دا کسان چې دا لږ سازوسامان اخلي ولي نه پوهیږي چې بیشکه هغه څه چې الله تعالی دپرهیزګارانو لپاره په آخرت کې تیار کړي ډیر غوره او همیشه پاتي کیدونکي دي؟!
وَٱلَّذِينَ يُمَسِّكُونَ بِٱلْكِتَـٰبِ وَأَقَامُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ إِنَّا لَا نُضِيعُ أَجْرَ ٱلْمُصْلِحِينَ ﴿١٧٠﴾
او هغه کسان چې کلکې منګولی لګوي په کتاب باندې، او عمل کوي په هغو احکامو چې په دې کې دي، او کوي لمونځ لره په پابندۍ کولو سره دهغه په وختونو او شرطونو او واجباتو او سنتو باندې، خامخا به الله تعالی دوی ته ددوی په عملونو بدله ورکوي، نو الله تعالی هیڅکله نه ضایع کوي ثواب دهغه چا چې عمل یې نیک وي
۞ وَإِذْ نَتَقْنَا ٱلْجَبَلَ فَوْقَهُمْ كَأَنَّهُۥ ظُلَّةٌۭ وَظَنُّوٓا۟ أَنَّهُۥ وَاقِعٌۢ بِهِمْ خُذُوا۟ مَآ ءَاتَيْنَـٰكُم بِقُوَّةٍۢ وَٱذْكُرُوا۟ مَا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴿١٧١﴾
تتقون او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې مونږ غر دخپل ځای څخه راوویست نو دبني اسرایېلو دپاسه مو پورته کړ هر کله چې هغوی انکار وکړ دقبلولو دهغو احکامو نه چې په تورات کې وو، نو غر ددوی دپاسه داسې شو لکه سوری شوی وریځ، او دوی دا یقین وکړ چې دا راغورځیدونکی دی په دوی باندې، او دوی ته وویل شو: ونیسئ هغه څه چې مونږ تاسو ته درکړي په ریښتیا او کوشش او قوي عزم سره، او یاد کړئ هغه احکام چې الله تعالی تاسو ته روا کړي او مه یې هیروئ؛ که دا کار وکړئ شاید دالله تعالی څخه وویریږئ
وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِنۢ بَنِىٓ ءَادَمَ مِن ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِمْ أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ ۖ قَالُوا۟ بَلَىٰ ۛ شَهِدْنَآ ۛ أَن تَقُولُوا۟ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ إِنَّا كُنَّا عَنْ هَـٰذَا غَـٰفِلِينَ ﴿١٧٢﴾
او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې راوویست رب ستا دشاګانو دبني ادمو نه دهغوی اولادونه، او دهغوی نه یې اقرار واخیست په خپل هغه ربوبیت چې دهغوی په فطرتونو کې یې ایښودلی دی داقرار کولو نه په دې خبره چې دا ددوی خالق او پرورش کوونکی دی داسې یې ورته وویل: آیا زه ستاسو رب نه یم؟ دوی ټولو وویل: ولې نه ته زمونږ رب یې، الله تعالی وویل: مونږ په تاسو امتحان کړی او په تاسو مو لوظونه اخیستي تردې چې تاسو دقیامت په ورځ انکار ونه کړئ دالله تعالی دحجت نه په تاسو باندې، او داسې ووایئ:مونږ ددې په اړه معلومات نه درلودل
أَوْ تَقُولُوٓا۟ إِنَّمَآ أَشْرَكَ ءَابَآؤُنَا مِن قَبْلُ وَكُنَّا ذُرِّيَّةًۭ مِّنۢ بَعْدِهِمْ ۖ أَفَتُهْلِكُنَا بِمَا فَعَلَ ٱلْمُبْطِلُونَ ﴿١٧٣﴾
او یا دا دلیل ونه وايې چې بیشکه ددوی پلاران چې وو هغوی دا لوظ مات کړی ونو دالله تعالی سره یې شرک کړی و، او تاسو چې وئ نو دخپلو پلارانو تقلید کوونکی وئ په هغه شرک کې چې تاسو پرې هغوی موندلی وو، نو بیا به داسې وایئ: آیا ته مونږ رانیسې -ای زمونږه ربه- په هغه کار چې کړی وزمونږ پلارانو؛ هغوی چې باطل کړي وو خپل عملونه په شرک کولو سره په الله تعالی باندې نو ته مونږ ته عذاب راکوې؟ نو زمونږ خو هیڅ ګناه نشته؛ ځکه چې مونږ ناخبره واو دخپلو پلارانو تقلید مو کاوه
وَكَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ ٱلْـَٔايَـٰتِ وَلَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿١٧٤﴾
او لکه څرنګه چې مونږ آیتونه بیان کړل په انجام ددروغجنو قومونو کې همدارنګه یې مونږ دوی ته بیانوو؛ شاید چې دوی دشرک نه یوازې دالله تعالی بندګۍ ته راوګرځي؛ لکه څرنګه چې په هغه لوظ کې راغلي وچې دوی دخپلو ځانونو باره کې دالله تعالی سره کړی و. مخ ۲۸ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَٱتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ ٱلَّذِىٓ ءَاتَيْنَـٰهُ ءَايَـٰتِنَا فَٱنسَلَخَ مِنْهَا فَأَتْبَعَهُ ٱلشَّيْطَـٰنُ فَكَانَ مِنَ ٱلْغَاوِينَ ﴿١٧٥﴾
او ولوله -ای پیغمبره- په بني اسرایېلو باندې خبر دیو سړي چې ددوی نه ومونږ ورته خپل آیتونه ورکړي ونو هغه یې یاد کړي واو په هغه حق باندې هم پوهه شوی و چې دې آیتونو پرې دلالت کاوه، خو لیکن عمل یې پرې ونه کړ، بلکې پریېښودل او دهغه نه ئې ځان وویسته، نو شیطان ورپسې شو، او ددې خاص دوست وګرځید، نو شو دا دګمراهانو او هلاک شوو نه وروسته ددې نه چې دا دهدایت موندونکو او کامیابانو څخه و
وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَـٰهُ بِهَا وَلَـٰكِنَّهُۥٓ أَخْلَدَ إِلَى ٱلْأَرْضِ وَٱتَّبَعَ هَوَىٰهُ ۚ فَمَثَلُهُۥ كَمَثَلِ ٱلْكَلْبِ إِن تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَث ۚ ذَّٰلِكَ مَثَلُ ٱلْقَوْمِ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا ۚ فَٱقْصُصِ ٱلْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ ﴿١٧٦﴾
او که چیرته مونږ غوښتلی وی فایده ورکول ده ته په دې ایتونو نو خامخا اوچت کړی به وی مونږ ده لره په دې سره داسې چې دنیک عمل توفیق به مو ورکړی و، نو په دنیا او اخرت کې به اوچت شوی و، خو لیکن ده هغه څه اختیار کړل چې شرمیندګۍ ته یې رسوي کله چې ده ددنیا خواهشاتو ته مخه کړه او دنیا یې په خپل اخرت باندې غوره کړه، او تابعداري یې وکړه دهغه باطل چې دده خواهش غوښته، نو دده مثال په دنیا پسې دډير حرص له وجې نه داسې دی لکه دسپي په شان چې همیشه په هر حال کې یې ژبه راویستلي وي، که په ځای ولاړ وي نو هم ژبه راوباسي، او که وشړل شي بیا هم ژبه راوباسي، دا بیان شوی مثال دهغه ګمراه قوم مثال دی چې زمونږ دایتونو ددروغجن ګڼلو په وجه ګمراه شوي وي، نو ته بیان کړه -ای پیغمبره- قصې په دوې باندې؛ شاید چې دوی به فکر وکړي نو دخپل دروغجن ګڼلو او ګمراهۍ نه به بند شي
سَآءَ مَثَلًا ٱلْقَوْمُ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا وَأَنفُسَهُمْ كَانُوا۟ يَظْلِمُونَ ﴿١٧٧﴾
نشته ډیر بدتر دهغه قوم نه چې نسبت ددروغو کوي زمونږ آیتونو او دلیلونو ته، او په هغه باندې تصدیق نه کوي، او دوی په دې سره په خپلو ځانونو ظلم کوي په رسولو ددې دهلاکت ځایونو ته
مَن يَهْدِ ٱللَّهُ فَهُوَ ٱلْمُهْتَدِى ۖ وَمَن يُضْلِلْ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْخَـٰسِرُونَ ﴿١٧٨﴾
الله تعالی چې چاته دهدایت توفیق ورکړي نیغې لا رې ته نو هغه په ریښتیا سره هدایت موندونکی دی؛ او څوک چې دنیغې لا رې نه لرې کړي، نو دغه کسان نقصان کوونکي دي خپلو برخو لره، هغه کسان چې په تاوان کې اچولي خپل ځانونه او کورنۍ خپلې دقیامت په ورځ، خبردار دا ښکاره تاوان دی
وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًۭا مِّنَ ٱلْجِنِّ وَٱلْإِنسِ ۖ لَهُمْ قُلُوبٌۭ لَّا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌۭ لَّا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ ءَاذَانٌۭ لَّا يَسْمَعُونَ بِهَآ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ كَٱلْأَنْعَـٰمِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْغَـٰفِلُونَ ﴿١٧٩﴾
او بیشکه مونږ پیدا کړي دجهنم لپاره ډیر دپیریانو نه، او ډیر دانسانانو نه؛ ځکه مونږ پر دې پوهېدو چې دوی به دجهنمیانو کارونه کوي، دوی زړونه لري خو داسې څه پرې نه شي راګیرولوي چې دوی په خپل ګټه او تاوان پوه شي، او دوی لره سترګي هم شته خو لیکن په نفسونو او کایناتو کې پرې دالله تعالی دقدرت نښې نه شي لیدلی چې عبرت ترې واخلې، او دوی لره غوږونه هم شته خو لیکن دالله تعالی آیتونه پرې نشي اوریدلی چې پدې کې غور او سوچ وکړي، دغه کسان چې دا صفات لري دعقل په نشتوالي کې دڅارویو په شان دي، بلکې دڅارویو نه هم ډېر لرې دي په ګمراهۍ کې، دغه کسان بې خبره دي دایمان نه په الله تعالی او په ورځې دآخرت
وَلِلَّهِ ٱلْأَسْمَآءُ ٱلْحُسْنَىٰ فَٱدْعُوهُ بِهَا ۖ وَذَرُوا۟ ٱلَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِىٓ أَسْمَـٰٓئِهِۦ ۚ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿١٨٠﴾
او خاص الله پاک لره دي خایسته نومونه هغه چې دهغه په لویۍ او کمال دلالت کوي، نو تاسو وسیله ونیسئ په دې نومونو سره الله تعالی ته په غوښتلو دهغه څه کې چې تاسو يې غواړئ او په دې نومونو سره دالله تعالی ثنا بیان کړئ، او پریږدئ هغه څوک چې کږیږي دحق نه په دې نومونو کې داسې چې دالله تعالی نه پرته بل چاته دا نومونه ورکوي، او یا يې دالله تعالی څخه منفي کوي، او یا يې په معنا کې تحریف کوي او یا دالله تعالی سره بل څوک مشابه کوي، زر دی خامخا مونږ به دې خلکو ته چې دحق نه کږیږي سزا ورکړو: دردناک عذاب په سبب دهغو کارونو چې دوی کول. مخ ۲۹ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَمِمَّنْ خَلَقْنَآ أُمَّةٌۭ يَهْدُونَ بِٱلْحَقِّ وَبِهِۦ يَعْدِلُونَ ﴿١٨١﴾
او دهغه چا نه چې مونږ پیدا کړي؛ یوه ډله ده چې بیان کوي خپلو ځانونو ته په حق سره، او نور خلک هم دې حق ته رابولي نو هغوی هم هدایت بیانوي، او په دې حق سره په انصاف فیصلې کوي نو ظلم زیاتی نه کوي
وَٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا سَنَسْتَدْرِجُهُم مِّنْ حَيْثُ لَا يَعْلَمُونَ ﴿١٨٢﴾
او هغه کسان چې نسبت ددروغو کوي زمونو آیتونو ته، او په هغې ایمان نه راوړي، بلکې انکار ترې کوي، خامخا مونږ به پرانیزو دوی ته دروازې درزق، ددوی د عزت لپاره؛ بلکې دوی ته دمهلت ورکولو لپاره تر دې چې په خپلې دې ګمراهۍ کې نور هم ورننوځي، بیا به دوی ته زمونږ عذاب ناڅاپه راشي
وَأُمْلِى لَهُمْ ۚ إِنَّ كَيْدِى مَتِينٌ ﴿١٨٣﴾
او زه به وروسته کوم ددوی نه عذاب تر دې چې دوی دا ګومان وکړي چې ګویا کې دوی ته عذاب نه راځي، نو دوی به په خپل دې دروغ ګڼلو او کفر باندې همیشوالی وکړي تر دې چې دوی لره به عذاب څو چنده شي، بیشکه نیول او چل زما ډیر مضبوط دي، نو زه دوی ته احسان ښکاره کوم، او دوی لره دشرمولو او سپکولو اراده لرم
أَوَلَمْ يَتَفَكَّرُوا۟ ۗ مَا بِصَاحِبِهِم مِّن جِنَّةٍ ۚ إِنْ هُوَ إِلَّا نَذِيرٌۭ مُّبِينٌ ﴿١٨٤﴾
آیا سوچ او فکر نه کوي دا دروغ ګڼونکي دالله تعالی آیتونو لره او دهغه پیغمبر لره، نو خپل عقلونه په کار واچوي ددې لپاره چې دوی ته ښکاره شي چې بیشکه محمد صلی الله علیه وسلم لیونی ندی، بلکې دې دالله تعالی له طرفه یو پیغمبر دی ددې لپاره یې رالیږلی چې خلک دالله تعالی له عذاب څخه په ډاګه وویروي
أَوَلَمْ يَنظُرُوا۟ فِى مَلَكُوتِ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا خَلَقَ ٱللَّهُ مِن شَىْءٍۢ وَأَنْ عَسَىٰٓ أَن يَكُونَ قَدِ ٱقْتَرَبَ أَجَلُهُمْ ۖ فَبِأَىِّ حَدِيثٍۭ بَعْدَهُۥ يُؤْمِنُونَ ﴿١٨٥﴾
آیا نه ګوري دا خلک داعتبار په سترګو دالله تعالی بادشاهئ ته په اسمانونو او ځمکه کې، او وګوري هغه څه ته چې الله تعالی په دې کې پیداکړي دحیواناتو او نباتاتو او نورو مخلوقاتو نه، او سوچ وکړي په خپلو هغو نیټو کې چې کیدای شي دهغې اخر وخت رانږدې شوی وي نو مخکې دوخت دختمیدو نه توبه وباسي، نو کله چې دوی په قران باندې ایمان نه راوړي او په هغو زیرو او ویرو باندې چې په دې کتاب کې دي نو په کوم کتاب به ایمان راوړي؟!
مَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَلَا هَادِىَ لَهُۥ ۚ وَيَذَرُهُمْ فِى طُغْيَـٰنِهِمْ يَعْمَهُونَ ﴿١٨٦﴾
هغه څوک چې الله تعالی يې دحق طرف ته هدایت نه لرې کړي، او الله تعالی یې دنیغې لا رې نه بې لا رې کړي، نو نشته دې لره څوک هدایت کوونکی چې هدایت ورته وکړي، او پریږدي دوی لره الله تعالی ددوی په ګمراهۍ او کفر کې سرګردان چې هیڅ شي ته نشي رسیدلی
يَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلسَّاعَةِ أَيَّانَ مُرْسَىٰهَا ۖ قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِندَ رَبِّى ۖ لَا يُجَلِّيهَا لِوَقْتِهَآ إِلَّا هُوَ ۚ ثَقُلَتْ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ لَا تَأْتِيكُمْ إِلَّا بَغْتَةًۭ ۗ يَسْـَٔلُونَكَ كَأَنَّكَ حَفِىٌّ عَنْهَا ۖ قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِندَ ٱللَّهِ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿١٨٧﴾
يعلمون پوښتنه کوي ستا څخه -ای پیغمبره- دا دروغجن ګڼوونکي او لویي کوونکي دقیامت نه: چې کله به دا قایمیږي او په دې به علم راوړل کیږي؟ ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: نشته علم ددې زما سره او زما نه پغیر دبل چا سره، بلکې علم ددې یوازې خاص دالله تعالی سره دی، نه ښکاره کوي دې لره خپل ټاکل شوي وخت ته مګر هغه ذات چې دې لره یې وخت ټاکلی، پټ دی وخت دښکاره کیدو ددې داسمانونو او ځمکو والاوو باندې، نه به راځي تاسو ته دا مګر ناڅاپه، دوی ستا څخه دقیامت باره کې داسې پوښتنه کوي ګویا کې ته حرص کوونکی یې دعلم حاصلولو نه په قیامت باندې، او دوی ته دا پته نشته چې بیشکه ستا څخه دقیامت باره کې پوښتنه نشي کیدلی ستا دپوره علم نه ستا په رب باندې، ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره-: بیشکه علم دقیامت یوازې خاص دالله تعالی سره دی، خو لیکن مخ ۳۰ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ډیر دخلکو نه په دې خبره نه پوهیږي
قُل لَّآ أَمْلِكُ لِنَفْسِى نَفْعًۭا وَلَا ضَرًّا إِلَّا مَا شَآءَ ٱللَّهُ ۚ وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ ٱلْغَيْبَ لَٱسْتَكْثَرْتُ مِنَ ٱلْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِىَ ٱلسُّوٓءُ ۚ إِنْ أَنَا۠ إِلَّا نَذِيرٌۭ وَبَشِيرٌۭ لِّقَوْمٍۢ يُؤْمِنُونَ ﴿١٨٨﴾
ته ووایه -ای پیغمبره-: زه طاقت نه لرم دخیر رسولو خپل ځان ته، او دخپل ځان نه دتکلیف لری کولو، مګر هغه چې الله تعالی یې وغواړي، بلکې دا ټول دالله تعالی په واک او اختیار کې دي، او زه نه پوهیږم مګر په هغه څه چې الله تعالی ما ته راښودلي دي، نو زه په پټو خبرو (غیبو) نه پوهیږم، او که چیرته زه په پټو خبرو (غیبو) باندې پوهیدلی، نو ما به هغه کارونه کړی وچې ماته پته وه چې دا ما ته ګټه رارسوي، او زما نه بدي لرې کوي؛ ځکه چې ماته به معلومات وی دکارونو وړاندې لدینه چې رامنځ ته شي او ما ته به معلومات وی چې څه به کیږي، نه یم زه مګر یو پیغمبر یم دالله تعالی له طرفه، دهغه له دردناک عذاب څخه خلک ویرووم، او دهغه په ښایسته ثواب باندې هغه قوم ته زیری ورکوم چې دالله تعالی له طرفه زما په پیغمبرۍ ایمان لري، او ما چې کومه وحې راوړې هغه ریښتوني ګڼي
۞ هُوَ ٱلَّذِى خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍۢ وَٰحِدَةٍۢ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ إِلَيْهَا ۖ فَلَمَّا تَغَشَّىٰهَا حَمَلَتْ حَمْلًا خَفِيفًۭا فَمَرَّتْ بِهِۦ ۖ فَلَمَّآ أَثْقَلَت دَّعَوَا ٱللَّهَ رَبَّهُمَا لَئِنْ ءَاتَيْتَنَا صَـٰلِحًۭا لَّنَكُونَنَّ مِنَ ٱلشَّـٰكِرِينَ ﴿١٨٩﴾
خاص الله تعالی هغه ذات دی چې تاسو یې پیدا کړي یاست -ای نارینه واو ښځینه و- دیو نفس نه چې هغه آدم -علیه السلام- دی، او دآدم -علیه السلام- څخه یې دهغه بي بي حواء پیداکړې، دهغه له پښتۍ څخه يې پيډا کړې ددې لپاره چې هغې ته سکون او ارامي ورکړي، او په هغې باندې ډاډ حاصل کړي، نو هر کله چې خاوند دخپلې مېرمنې سره کوروالی وکړ، نو سپک حمل یې واخیست داسې چې دا پرې نه پوهېدله؛ ځکه چې دا اول وخت و، او خپل دې حمل سره به همداسې وه چې خپلې چارې یې په مخ وړلې دروندوالی یې نه محسوساوه، نو هر کله چې دروند شو او ددې په خیټه کې غټ شو دواړو ښځې او خاوند له الله تعالی څخه دعا وغوښتله داسې یې وویل: ای ربه! که تا مونږ ته روغ رمټ زوی راکړې مونږ به ستا دنعمتونو شکر ویستونکي شو
فَلَمَّآ ءَاتَىٰهُمَا صَـٰلِحًۭا جَعَلَا لَهُۥ شُرَكَآءَ فِيمَآ ءَاتَىٰهُمَا ۚ فَتَعَـٰلَى ٱللَّهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿١٩٠﴾
نو هر کله چې الله تعالی ددې دواړو دعا قبوله کړه، او دوی ته یې روغ رمټ بچی ورکړ لکه څرنګه چې دوی غوښتلی و؛ جوړ یې کړ دالله تعالی سره شریک په هغه بچې کې چې الله تعالی دوی ته ورکړی و، نو نسبت دبندګۍ یې دنوم په کیښودلو کې بل چاته وکړ، او عبد الحارث (د حارث بنده) نوم یې پرې کېښوده، نو اوچت دی الله تعالی او پاک دی دهر قسم شریک نه، نو پس هغه یوازې دی په پاللو دبندګانو کې او په حق دبندګۍ کې. أيشركون ما لا يخلق شئا وهم يخلقون
أَيُشْرِكُونَ مَا لَا يَخْلُقُ شَيْـًۭٔا وَهُمْ يُخْلَقُونَ ﴿١٩١﴾
آیا دوی جوړوي دا بتان او نور شیان شریکان دالله تعالی سره په بندګۍ کې، او دوی په دې پوهیږي چې بیشکه دا بتان هیڅ شی نشي پیدا کولی چې دوی دې د بندګئ حقدار شي، بلکې دوی پخپله پیدا کړی شوي دي، نو څرنګه دوی دالله تعالی سره شریک جوړوي؟!
وَلَا يَسْتَطِيعُونَ لَهُمْ نَصْرًۭا وَلَآ أَنفُسَهُمْ يَنصُرُونَ ﴿١٩٢﴾
او دا بتان دخپلو بندګي کوونکو مرسته نشي کولی، او همدارنګه دخپل ځان مرسته هم نشي کولی، نو دوی یې څرنګه بندګي کوي؟!
وَإِن تَدْعُوهُمْ إِلَى ٱلْهُدَىٰ لَا يَتَّبِعُوكُمْ ۚ سَوَآءٌ عَلَيْكُمْ أَدَعَوْتُمُوهُمْ أَمْ أَنتُمْ صَـٰمِتُونَ ﴿١٩٣﴾
او که تاسو رابولئ -ای مشرکانو- دې بتانو لره هغه چې تاسو یې حقدار دبندګئ نیسئ پرته له الله تعالی نه دهدایت طرف ته نو دوی ستاسو بلنه نشي قبلولی هغه طرف ته چې تاسو یې ورته رابلئ او نه ستاسو تابعداري کولی شي، نو برابره خبره ده دهغه سره ستاسو رابلل هغه لره او چپ پاتي کیدل ستاسو دهغه نه؛ ځکه چې دا خو بې ساه دي؛ نه په څه پوهیږي، او نه څه اوري، او نه څه خبرې کولی شي. مخ ۳۱ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
إِنَّ ٱلَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ عِبَادٌ أَمْثَالُكُمْ ۖ فَٱدْعُوهُمْ فَلْيَسْتَجِيبُوا۟ لَكُمْ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ ﴿١٩٤﴾
بیشکه هغه کسان چې تاسو یې پرته له الله تعالی نه بندګي کوئ -ای مشرکانو- هغوی هم الله تعالی پیداکړي دي، او دهغه دواک لا ندې دي، نو هغوی هم په دې کې ستاسو په شان دي سره لدینه چې تاسو دهغوی نه په ښه حالات کې یاست؛ ځکه چې تاسو ژوندي یاست خبرې کوئ او ګرځئ هم او اوریدل او لیدل هم کولی شئ، او ستاسو بتان داسې نه دي، نو تاسو هغوی راوبلئ او هغوی دي تاسو ته جواب درکړي که چیرته تاسو ریښتوني یاست په هغه څه کې چې تاسو یې دعوه کوئ
أَلَهُمْ أَرْجُلٌۭ يَمْشُونَ بِهَآ ۖ أَمْ لَهُمْ أَيْدٍۢ يَبْطِشُونَ بِهَآ ۖ أَمْ لَهُمْ أَعْيُنٌۭ يُبْصِرُونَ بِهَآ ۖ أَمْ لَهُمْ ءَاذَانٌۭ يَسْمَعُونَ بِهَا ۗ قُلِ ٱدْعُوا۟ شُرَكَآءَكُمْ ثُمَّ كِيدُونِ فَلَا تُنظِرُونِ ﴿١٩٥﴾
آیا شته دی دې بتانو لره چې تاسو دبندګئ حقدار نیولي: پښې چې هغوی پرې مزل کوي نو ستاسو په حاجتونو کې منډي ووهي؟ آیا شته دوی لره لا سونه چې په خپل طاقت سره ستاسو څخه دفاع وکړي؟ آیا شته دوی لره سترګې چې هغه شیان پرې وویني چې ستاسو نه پټ دي نو تاسو لره پرې خبر درکړي؟ آیا شته دوی لره غوږونه چې واوري په دې سره هغه څه چې ستاسو نه پټ دي نو دهغه علم تاسو ته درورسوي؟ نو که چیرته دوی ددې ټولو نه خالي دي نو بیا ولې تاسو ددوی بندګي کوئ په دې اومید چې دوی به تاسو ته څه فایده درورسوي او یا به ستاسو نه ضرر دفع کړي؟! ته ووایه -ای پيغمبره- دې مشرکانو ته: تاسو راوبلئ هغه څوک چې تاسو یې دالله تعالی سره برابروئ، بیا ما ته دضرر راکولو لپاره چلونه جوړکړئ، او ما لره هیڅ مهلت مه راکوئ
إِنَّ وَلِـِّۧىَ ٱللَّهُ ٱلَّذِى نَزَّلَ ٱلْكِتَـٰبَ ۖ وَهُوَ يَتَوَلَّى ٱلصَّـٰلِحِينَ ﴿١٩٦﴾
بیشکه مددګار او دوست زما یوازې الله تعالی دی هغه چې زما ساتنه کوي، نو زه له هغه پرته له چا امید نه لرم، او زه ستاسو دبتانو نه هیڅ نه ویریږم، نو پس الله تعالی هغه ذات دی چې په ما یې قرآن کریم لږ لږ رالیږلی دی دخلکو هدایت لپاره، او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې دوستي کوي دنیکانو سره دخپلو بندګانو نه، نو هغوی ساتي او مدد یې کوي
وَٱلَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِۦ لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَكُمْ وَلَآ أَنفُسَهُمْ يَنصُرُونَ ﴿١٩٧﴾
او هغه چې تاسو یې رابولئ -ای مشرکانو- لدې بتانو څخه؛ ستاسو هیڅ مرسته او مدد نشي کولی، او نه دخپل ځان سره دمرستې کولو توان لري، پس دوی عاجزان دي، نو تاسو څنګه دوی پرته له الله تعالی څخه رابولئ؟!
وَإِن تَدْعُوهُمْ إِلَى ٱلْهُدَىٰ لَا يَسْمَعُوا۟ ۖ وَتَرَىٰهُمْ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ وَهُمْ لَا يُبْصِرُونَ ﴿١٩٨﴾
او که تاسو راوبلئ -ای مشرکانو- بتان ستاسو هغه چې تاسو یې بندګي کوئ پرته له الله تعالی نه سمې لا رې ته؛ هغوی ستاسو بلنه نشي اوریدلی، او ته به هغوی وینې چې تاته به مخامخ وي په جوړ کړی شوو سترګو سره، او هغوی جمادات دي لیدل نشي کولی، نو پس وو هغوی چې دانسانانو او یا حیواناتو په شکل به یې بتان جوړول، او هغه لره به یې لا سونه او پښې او سترګې هم جوړولې، خو لیکن دوی جمادات و، چې نه پکې ساه وه او نه یې حرکت کولی شو
خُذِ ٱلْعَفْوَ وَأْمُرْ بِٱلْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ ٱلْجَـٰهِلِينَ ﴿١٩٩﴾
قبول کړه -ای پیغمبره- دخلکو نه هغه څه چې دهغوی ځانونه پرې خوشحالیږي، او هغوی ته اسان وي دکارونو او اخلاقو نه، او هغوی مه مکلف کوه په هغه څه چې دهغوی طبیعتونه (مزاجونه) پرې نه خوشحالیږي، ځکه چې دا شیان دوی متنفره کوي، او حکم کوه په هرې یوې ښایسته خبرې او ښایسته کار، او مخ واړوه د جاهلانو نه، نو دهغوی دجهل په شان رویه ورسره مه کوه، نو چا چې تاته تکلیف درورساوه ته ورته تکلیف مه ورکوه، او چا چې دیو څه نه بند کړې ته هغه دخیر نه مه بندوه. مخ ۳۲ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ ٱلشَّيْطَـٰنِ نَزْغٌۭ فَٱسْتَعِذْ بِٱللَّهِ ۚ إِنَّهُۥ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿٢٠٠﴾
او که چیرته تا ته معلومه شي -ای پیغمبره- چې یقینا شیطان تاته وسوسه در ورسوله او یایې ته دخیر کار نه وروسته کړې نو پس الله تعالی ته پناه وېسه، او په هغه باندې ځان وسپاره، ځکه چې هغه اوریدونکی دی هغه څه لره چې ته یې وایې، پوهه دی ستا په پناه وړلو، نو خامخا به تا دشیطان څخه ساتي
إِنَّ ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوْا۟ إِذَا مَسَّهُمْ طَـٰٓئِفٌۭ مِّنَ ٱلشَّيْطَـٰنِ تَذَكَّرُوا۟ فَإِذَا هُم مُّبْصِرُونَ ﴿٢٠١﴾
بیشکه هغه کسان چې له الله تعالی څخه ویریږي په عملي کولو داوامرو دهغه او په ځان ساتلو سره دهغه له منهیاتو نه؛ کله چې ورسیږي دوی ته څه وسوسه د شیطان له طرفه نو دوی ګناه وکړي؛ پس دوی دالله تعالی لويي او نافرمانو ته عذاب او تابعدارانو ته ثواب ورکول رایاد کړي، نو دخپلې ګناه څخه توبه وباسي، او خپل رب ته رجوع وکړي، نو دوی یقینا په دغه وخت کې کلک ودریدلي په حق باندې، او برابر کړی یې دي هغه خطاګانې چې دوی کولی، او دهغو څخه بند شوي
وَإِخْوَٰنُهُمْ يَمُدُّونَهُمْ فِى ٱلْغَىِّ ثُمَّ لَا يُقْصِرُونَ ﴿٢٠٢﴾
او له فاجرانو او کافرانو دشيطانانو وروڼه تل شيطانان يې له يوې ګناه وروسته په بله ګناه کې داخته کولو له امله په لا ر ورکۍ کې زياتوالی راولي، هغوی نه لا س په سر کيږي، نه شيطانان له بې لا رۍ اولا ر ورکۍ لا س په سر کيږي او نه له انسانانو فاجران هغو ته په غاړه اېښودلو او ناوړه کړنو په ترسره کولولا س په کيږي
وَإِذَا لَمْ تَأْتِهِم بِـَٔايَةٍۢ قَالُوا۟ لَوْلَا ٱجْتَبَيْتَهَا ۚ قُلْ إِنَّمَآ أَتَّبِعُ مَا يُوحَىٰٓ إِلَىَّ مِن رَّبِّى ۚ هَـٰذَا بَصَآئِرُ مِن رَّبِّكُمْ وَهُدًۭى وَرَحْمَةٌۭ لِّقَوْمٍۢ يُؤْمِنُونَ ﴿٢٠٣﴾
ورحمة لقوم يؤمنون او کله چې ته راوړې -ای پیغمبره- یوه معجزه؛ دوی تا دروغجن ګڼي او دهغې نه مخ اړوي، او که ته دوی ته معجزه رانه وړې دوی بیا وایې: ولې دې یوه معجزه له ځان نه جوړه نه کړه، ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره-: ندي ما لره چې زه دخپل ځان نه یوه معجزه راوړم، او زه تابعداري نه کوم مګر دهغه څه چې الله تعالی يې ما ته وحي کوي، دا قرآن کریم چې زه یې په تاسو لولم معجزې او دلیلونه دي دالله تعالی له طرفه چې ستاسو پیدا کوونکی دی او ستاسو دچارو سمبالوونکی دی، او دا قرآن کریم لا رښود او رحمت دی دالله مؤمنو بندګانو ته، او هر چې پرته له مومنانو دي نو پس هغوی ګمراهان او بدبخته دي
وَإِذَا قُرِئَ ٱلْقُرْءَانُ فَٱسْتَمِعُوا۟ لَهُۥ وَأَنصِتُوا۟ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿٢٠٤﴾
او کله چې قرآن کریم لوستل کيږي نو تاسو دهغه لوستلو ته غوږ کیږدئ، او خبرې مه کوئ، او دهغه څخه په بل څه ځان مه مشغولوئ؛ امید دی چې الله تعالی به په تاسو رحم وکړي
وَٱذْكُر رَّبَّكَ فِى نَفْسِكَ تَضَرُّعًۭا وَخِيفَةًۭ وَدُونَ ٱلْجَهْرِ مِنَ ٱلْقَوْلِ بِٱلْغُدُوِّ وَٱلْـَٔاصَالِ وَلَا تَكُن مِّنَ ٱلْغَـٰفِلِينَ ﴿٢٠٥﴾
او یاد کړه -ای پیغمبره- الله تعالی لره چې رب ستا دی په عاجزۍ خضوع او ویرې سره، او دعا دې دپورته او ټیټ غږ تر منځه منځمهالي وګرځوه، دورځې په اوله او اخره برخه کې ددې دواړو وختونو دفضیلت له وجې نه، او ته مه کیږه له هغه چا نه چې دالله تعالی دذکر نه بې پروا وي
إِنَّ ٱلَّذِينَ عِندَ رَبِّكَ لَا يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِهِۦ وَيُسَبِّحُونَهُۥ وَلَهُۥ يَسْجُدُونَ ۩ ﴿٢٠٦﴾
بیشکه هغه کسان چې ستا درب سره دي -ای پیغمبره- دملایکو نه لویي نه کوي دالله پاک له بندګۍ څخه، بلکې هغه ته غاړه ږدي عاجزي کوونکي دي هغه ته نه ستړي کیږي، او دوی دالله تعالی پاکي بیانوي دشپې او دورځې دهغه څه نه چې دالله سره نه ښایي، او یوازې هغه ته سجدې کوي. مخ ۳۳ له ۳۳ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر