کورتفسیرالأنعام (٦)

تفسیر الأنعام — Al-An'aam (6)

مکي · ١٦٥ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَجَعَلَ ٱلظُّلُمَـٰتِ وَٱلنُّورَ ۖ ثُمَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِرَبِّهِمْ يَعْدِلُونَ ﴿١﴾

پر مطلقه بشپړتيا یادول او لوړو ښېګڼو دمحبت سره ستاينه يوازې هغه الله لره ثابت دي چې پرته له مخکينۍ بېلګې يې آسمانونه او ځمکه پيداکړي دي، په يو بل پسې راتلونکې شپه او ورځ يې پيداکړي دي، چې شپه يې تیاره کړې او ورځ يې رڼا ګرځولې ده او له دې سره چې کومو کسانو کفر کړی، هغوی ورسره بل څوک برابروي او شريک ور لره نیسي

هُوَ ٱلَّذِى خَلَقَكُم مِّن طِينٍۢ ثُمَّ قَضَىٰٓ أَجَلًۭا ۖ وَأَجَلٌۭ مُّسَمًّى عِندَهُۥ ۖ ثُمَّ أَنتُمْ تَمْتَرُونَ ﴿٢﴾

هغه پاک ذات دی چې تاسو یې پیداکړي یاست –ای خلکو- دخټې نه کله چې یې ستاسو پلار ادم –علیه السلام- دهغې نه پیدا کړ، بیا الله تعالی په ځمکه کې ستاسو دپاتې کیدلو لپاره نیټه مقرره کړې، او دقیامت په ورځ ستاسو دبیا ژوندي کولو لپاره یې بله نیټه مقرر کړي چې نه پوهیږي په هغې باندې مګر یواځې همغه، بیا تاسو شک کوئ دهغه په قدرت کې په بیا ژوندي کولو باندې

وَهُوَ ٱللَّهُ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَفِى ٱلْأَرْضِ ۖ يَعْلَمُ سِرَّكُمْ وَجَهْرَكُمْ وَيَعْلَمُ مَا تَكْسِبُونَ ﴿٣﴾

او هغه الله تعالی مستحق دعبادت دی په رښتیا سره په اسمانونو او ځمکه کې، نه پټیږي په هغه باندې هیڅ شی، نو هغه ذات پوهیږي په هغه څه چې تاسو یې پټوئ د نیتونو، ویناګانو او کارونو څخه، او پوهیږي په هغه چې تاسو یې ښکاره کوئ ددې نه، او خامخا به درله پرې بدله درکوي. وما تأتيهم من ءاية من ءايت ربهم إل اكانوا عنها معرضين

وَمَا تَأْتِيهِم مِّنْ ءَايَةٍۢ مِّنْ ءَايَـٰتِ رَبِّهِمْ إِلَّا كَانُوا۟ عَنْهَا مُعْرِضِينَ ﴿٤﴾

او نه راځي مشرکانو ته هیڅ یو دلیل ددوی درب له طرف نه مګر پریښی یې دی پداسې حال کې چې پرې بې پروا دي، نو بیشکه راغلي دوی ته څرګند او ښکاره دلیلونه دلالت کوونکی دالله تعالی په توحید باندې، او راغلي دوی ته آیتونه دلالت کوونکي په رښتینولۍ دده دپیغمبرانو، او سره ددې نه بیا هم ددې نه مخ اړوونکي دي هیڅ باک کوونکي (پروا کوونکی) ندي دې لره

فَقَدْ كَذَّبُوا۟ بِٱلْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُمْ ۖ فَسَوْفَ يَأْتِيهِمْ أَنۢبَـٰٓؤُا۟ مَا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ ﴿٥﴾

او دوی که چیرته ددې ښکاره او څرګندو دلیلونو څخه مخ واړاوه نو دوی مخ ګرځولی دهغه څه نه چې هغه ددې څخه ډیر ښکاره او څرګند و، نو په تحقیق سره دوی نسبت ددروغو کړی وهغه څه ته چې محمد –صلی الله علیه وسلم- پرې راتګ کړی دقران کریم نه، او زر دی چې دوی به پوهه شي چې بیشکه هغه څه چې دوی پرې مسخرې کولې دهغه څه نه چې دوی ته پرې محمد –صلی الله علیه وسلم- راتګ کړی یقینا هغه حق او ریښتیا دي کله چې دوی ددقیامت په ورځ عذاب وویني

أَلَمْ يَرَوْا۟ كَمْ أَهْلَكْنَا مِن قَبْلِهِم مِّن قَرْنٍۢ مَّكَّنَّـٰهُمْ فِى ٱلْأَرْضِ مَا لَمْ نُمَكِّن لَّكُمْ وَأَرْسَلْنَا ٱلسَّمَآءَ عَلَيْهِم مِّدْرَارًۭا وَجَعَلْنَا ٱلْأَنْهَـٰرَ تَجْرِى مِن تَحْتِهِمْ فَأَهْلَكْنَـٰهُم بِذُنُوبِهِمْ وَأَنشَأْنَا مِنۢ بَعْدِهِمْ قَرْنًا ءَاخَرِينَ ﴿٦﴾

آیا دا کافران نه پیژني دالله تعالی طریقه په هلاکولو دظالمو امتونو کې، نو بیشکه الله تعالی هلاک کړي وو ددوی نه مخکې ډیر امتونه چې ورکړي یې وو هغوی ته د قوت او په ځمکه کې دپاتې کیدلو داسې سببونه چې دې کافرانو ته یې نه دي ورکړي، او په هغوی باندې یې پرلپسې بارانونه راورولې وو، او هغوی ته یې دهغوی د کورونولا ندې ویالې (نهرونه) روان کړي وو، نو هغوی دالله تعالی نافرماني وکړه، نو الله تعالی هغوی دخپلو ګناهونو په وجه هلاک کړل، او دهغوی نه وروسته یې نورې ډلی او امتونه راپیداکړل. مخ ۱ له ۲۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَلَوْ نَزَّلْنَا عَلَيْكَ كِتَـٰبًۭا فِى قِرْطَاسٍۢ فَلَمَسُوهُ بِأَيْدِيهِمْ لَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِنْ هَـٰذَآ إِلَّا سِحْرٌۭ مُّبِينٌۭ ﴿٧﴾

او که چیرته مونږ رانازل کړی وی په تا باندې –ای پیغمبره- کتاب چې په ورقو (پاڼو) کې لیکل شوی وي، او دوی په خپلو سترګو لیدلی وی، او دوی متأکد شوي وي ددې کتاب نه په لا س لګولو سره؛ نو بیا به هم دوی په دې باندې ایمان نه وي راوړی دوجې دانکار ددوی نه او دوجې دقصد ددوی نه، او خامخا دوی به ویلي وي: ندي هغه څه چې تا پرې راتګ کړی مګر ښکاره جادو، نو هیڅکله مونږ په دې باندې ایمان نه راوړو

وَقَالُوا۟ لَوْلَآ أُنزِلَ عَلَيْهِ مَلَكٌۭ ۖ وَلَوْ أَنزَلْنَا مَلَكًۭا لَّقُضِىَ ٱلْأَمْرُ ثُمَّ لَا يُنظَرُونَ ﴿٨﴾

او ویلی دې کافرانو: که چیرته الله تعالی دمحمد سره یو ملایک رالیږلی وي چې مونږ سره یې خبرې کولې او دا ګواهي یې ورکوله چې یقینا دا پیغمبر دی نو مونږ به ایمان راوړی وی، او که چیرته مونږ رالیږلی وی ملایک په هغه ډول چې دوی غوښتلی نو خامخا مونږ به دوی هلاک کړي وو، کله چې دوی ایمان نه وراوړی، او دوی ته به دتوبی ایستلو پورې وخت نه وي ورکړل شوی کله چې دا ملایک رانازل شوي وي. ولو جعلنهملكا ل جعلنه رجلا وللبسنا عليهم م ايلبسون

وَلَوْ جَعَلْنَـٰهُ مَلَكًۭا لَّجَعَلْنَـٰهُ رَجُلًۭا وَلَلَبَسْنَا عَلَيْهِم مَّا يَلْبِسُونَ ﴿٩﴾

او که چیرته مونږ دوی ته لیږونکی پیغمبر پرښته ګرځولې وه نو خامخا به مونږ دسړي په شکل کې ورلیږلې وه ددې لپاره چې دوی ترې اوریدل وکولای شي او له هغې څخه اخیستل وکولای شي؛ ځکه چې دوی په دغه صورت کې دا کارونه (د خبرې اوریدل او دهغه څخه دوحې او دهدایتو اخیستل) ددې ملایک سره دهغه په خپل شکل کې نشي کولی په کوم کې چې الله تعالی پیداکړی، او که چیرته مونږ دا ملایک دسړي په شکل کې راولیږو نو په دوی به دهغه کار ګډوډ شي

وَلَقَدِ ٱسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍۢ مِّن قَبْلِكَ فَحَاقَ بِٱلَّذِينَ سَخِرُوا۟ مِنْهُم مَّا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ ﴿١٠﴾

نو که چیرته دا خلک مسخرې کوي په غوښتلو ددوی درالیږلو دملایک ستا سره نو یقینا مسخرې کړې وې بعضو امتونو (ډلو) مخکې ستا څخه په خپلو پیغمبرانو پورې، نو دوی لره راګیر کړل هغه عذاب چې دوی ترې انکار کاوه او په وخت دویره ورکولو کې به يې ورپسې مسخرې کولې

قُلْ سِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ ثُمَّ ٱنظُرُوا۟ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلْمُكَذِّبِينَ ﴿١١﴾

ته ووایه –ای پیغمبره- دې دروغجنو او مسخرو کوونکو ته: وګرځئ تاسو په ځمکه کې، بیا سوچ او فکر وکړئ چې څرنګه وو اخرې انجام دهغه چا چې دالله تعالی پیغمبرانو ته ددروغو نسبت کوونکي وو، نو بیشکه په هغوی باندې دالله تعالی عذاب راغلی وسره دهغه قوت او دفاع نه چې ددوی سره وو

قُل لِّمَن مَّا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۖ قُل لِّلَّهِ ۚ كَتَبَ عَلَىٰ نَفْسِهِ ٱلرَّحْمَةَ ۚ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَـٰمَةِ لَا رَيْبَ فِيهِ ۚ ٱلَّذِينَ خَسِرُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿١٢﴾

ته ورته ووایه –ای پیغمبره-: دچا لپاره ده بادشاهي او اختیار داسمانونو او بادشاهي او اختیار دځمکې او اختیار دهغه څه چې ددې دواړو ترمنځ دي؟ ته ورته ووایه: بادشاهي او اختیار ددې ټولو یواځې الله تعالی لره دی، لا زم کړی یې دی په خپل ځان باندې رحمت په خپلو بندګانو دمهربانۍ له مخې، نو هغوی ته په سزا ورکولو کې تیزې او تلوار نه کوي، تر دې پورې چې توبه ونه باسي نو راجمع به کړي ټولو لره دقیامت په ورځ، او دا هغه ورځ ده چې هیڅ شک پکې نشته. هغه کسان چې تاوانیان کړي یې دي خپل ځانونه په کفر کولو سره په الله تعالی باندې ایمان نه راوړي چې ځان پرې دتاوان څخه بچ کړي

۞ وَلَهُۥ مَا سَكَنَ فِى ٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ ۚ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ ﴿١٣﴾

او یواځې الله تعالی لره دی اختیار او دبادشاهي دهر شي، دهغه څه چې اوسیږي او ارام کوي په شپه او ورځ کې دي، او هغه اوریدونکی دی ددوی ویناګانو لره، پوهه دی دهغوی په کارونو، او خامخا به ورله په هغې بدلې ورکوي. مخ ۲ له ۲۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ي

قُلْ أَغَيْرَ ٱللَّهِ أَتَّخِذُ وَلِيًّۭا فَاطِرِ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَهُوَ يُطْعِمُ وَلَا يُطْعَمُ ۗ قُلْ إِنِّىٓ أُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ أَوَّلَ مَنْ أَسْلَمَ ۖ وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ ﴿١٤﴾

ته ووایه -ای پیغمبره! مشرکانو ته هغه چې بندګي کوي دالله تعالی سره دبوتانو او نورو شیانو: ایا دا خبره عقل منې (ایا کیدای شي) چې زه ونیسم پرته له الله تعالی څخه بل څوک مددګار چې زه ورسره دوستي وکړم او مرسته ترې وغواړم؟! او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې پیدا کړي یې دي اسمانونه او ځمکه په نا اشنا او نوې ډول چې مخکې نه وو، او دهغه څخه مخکې هیچا دغه شان نه وو پیدا کړی. او الله تعالی هغه ذات دی چې روزي ورکوي چاته چې وغواړي دخپلو بندګانو نه، او دهغه دبندګانو څخه هیڅوک داسې نشته چې هغه ته روزي ورکړي، نو هغه بی حاجته دی دخپلو بندګانو نه، او دهغه ټول بندګان هغه ته محتاج دي، ته ووایه -ای پیغمبره!-: بیشکه ماته امر کړی رب زما -پاک دی دهر قسم شریک نه- چې شم زه اول دهغه چانه چې هغه ته یې غاړه کیښودي وي ددې امت نه، او زه یې منع کړی یم چې زه دهغه چا څخه شم چې دهغه سره بل څوک شریکوي

قُلْ إِنِّىٓ أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّى عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍۢ ﴿١٥﴾

ته ووایه –ای پیغمبره-: بیشکه زه ویریږم که چیرته زه دالله تعالی نافرماني وکړم په کولو دهغه څه سره چې په مایې حرام کړي دشرک او نورو ګناهونو نه، او یا په پریښودلو دهغه څه سره چې ما ته یې پرې امر کړی دایمان او نورو نیکیو نه، چې ما لره به دقیامت په ورځ ډیر لوی عذاب راکړي

مَّن يُصْرَفْ عَنْهُ يَوْمَئِذٍۢ فَقَدْ رَحِمَهُۥ ۚ وَذَٰلِكَ ٱلْفَوْزُ ٱلْمُبِينُ ﴿١٦﴾

دچا نه چې الله تعالی دغه عذاب دقیامت په ورځ لرې کړي، نو بیشکه دا کامیاب شو دالله تعالی په خاص رحمت باندې، او دا خلاصیدل ددې عذاب نه همدا ښکاره کامیابي ده چې هیڅ کامیابي ورسره نشي برابریدلی

وَإِن يَمْسَسْكَ ٱللَّهُ بِضُرٍّۢ فَلَا كَاشِفَ لَهُۥٓ إِلَّا هُوَ ۖ وَإِن يَمْسَسْكَ بِخَيْرٍۢ فَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۭ ﴿١٧﴾

او که تاته درورسیږي –ای بنی ادم- دالله تعالی له طرفه یو مصیبت نو نشته څوک دفع کوونکی ددې مصیبت ستانه مګر الله تعالی دی، او که چیرته تاته درورسیږي د الله تعالی نه څه خیر نو نشته هیڅ څوک بندوونکی دې خیر لره ستا نه، او نشته څوک واپس کوونکی دالله تعالی مهربانۍ لره، نو پس هغه په هر څه باندې قادر ذات دی هیڅ شی یې نشې عاجز کولی

وَهُوَ ٱلْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهِۦ ۚ وَهُوَ ٱلْحَكِيمُ ٱلْخَبِيرُ ﴿١٨﴾

او هغه غالب دی په خپلو بندګانو ذلیلوونکی دی هغوی لره، اوچت دی په هغوی باندې دهر اړخه هغه ذات دی چې هیڅ شی یې نشي عاجز کولی، او هیڅوک پرې نشي غالب کیدلی، ټول هغه ته غاړه کیښودونکي دي، دخپلو بندګانو نه اوچت دی لکه څرنګه چې دهغه دشان سره مناسب وي، او دحکمت والا دی په خپل پیدایښت، کار جوړولو او شرع کې، په هر شي باندې خبردار دی هیڅ شی پرې پټ نشي پاتی کیدلی

قُلْ أَىُّ شَىْءٍ أَكْبَرُ شَهَـٰدَةًۭ ۖ قُلِ ٱللَّهُ ۖ شَهِيدٌۢ بَيْنِى وَبَيْنَكُمْ ۚ وَأُوحِىَ إِلَىَّ هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانُ لِأُنذِرَكُم بِهِۦ وَمَنۢ بَلَغَ ۚ أَئِنَّكُمْ لَتَشْهَدُونَ أَنَّ مَعَ ٱللَّهِ ءَالِهَةً أُخْرَىٰ ۚ قُل لَّآ أَشْهَدُ ۚ قُلْ إِنَّمَا هُوَ إِلَـٰهٌۭ وَٰحِدٌۭ وَإِنَّنِى بَرِىٓءٌۭ مِّمَّا تُشْرِكُونَ ﴿١٩﴾

ئ ى إ ووايه –ای پیغمبره- مشرکانو ته هغوی چې تا ته یې ددروغو نسبت کړی: کوم یو شی ډیر عزتمند او لوی ګواهي کوونکی دی زما په رښتینولۍ؟ ته ووایه: الله تعالی د ډير عزت والا دی او ډیر لوی ګواهي کوونکی دی زما په رښتینولۍ، او هغه ګواه دی زما او ستاسو ترمنځ، پوهیږي په هغه څه باندې چې ما پرې تاسو ته راتګ کړی، او په هغه څه چې تاسو پرې رد کیدلی شئ، او بیشکه ماته الله تعالی ددې قران وحي کړې چې زه پرې تاسو وویروم، او ویروم په دې سره هغه څوک چې دا وحې ورته ورسیږي دانسانانو او پیریانو څخه، بیشکه تاسو –ای مشرکانو- عقیده لرئ چې یقینا دالله تعالی سره نور څوک هم دعبادت لایق شته، ته ووایه –ای پیغمبره-: زه ګواهي نه ورکوم په هغه څه چې تاسو پرې اقرار کړی دوجې دباطلوالی دهغه نه، بیشکه الله تعالی چې دی یواځې دعبادت مستحق دی هیڅ شریک ورله نشته، او بیشکه زه بیزاره یم دهر هغه شي نه چې تاسو یې دالله تعالی سره شریکوئ. مخ ۳ له ۲۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

ٱلَّذِينَ ءَاتَيْنَـٰهُمُ ٱلْكِتَـٰبَ يَعْرِفُونَهُۥ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَآءَهُمُ ۘ ٱلَّذِينَ خَسِرُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿٢٠﴾

هغه یهودیان چې مونږ ورته تورات ورکړی او هغه نصاری چې مونږ ورته انجیل ورکړی پیژني محمد –صلی الله علیه وسلم- لره په پوره پیژندلو سره، لکه څرنګه چې خپل بچي دنور چا دبچو نه پیژني، نو دغه هغه کسان دي چې په تاوان کې یې اچولي خپل ځانونه اور ته په ننباستلو، نو دوی هیڅکه ایمان نه راوړي

وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ ٱفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِـَٔايَـٰتِهِۦٓ ۗ إِنَّهُۥ لَا يُفْلِحُ ٱلظَّـٰلِمُونَ ﴿٢١﴾

نشته هیڅوک ډیر ظلم کوونکی دهغه چا نه چې الله تعالی ته یې دشریک نسبت کړی وي، نو دهغه سره یې ورله عبادت کړی وي، او یا یې دروغ ګڼلي وي دالله تعالی هغه آیتونه چې په خپل پیغمبر یې رالیږلي، بیشکه هغه ظالمان چې نسبت دشریک یې الله تعالی ته کړی او دهغه دآیتونو تکذیب یې کړی هیڅکله نشي کامیابیدلی که چیرته توبه ونه باسي

وَيَوْمَ نَحْشُرُهُمْ جَمِيعًۭا ثُمَّ نَقُولُ لِلَّذِينَ أَشْرَكُوٓا۟ أَيْنَ شُرَكَآؤُكُمُ ٱلَّذِينَ كُنتُمْ تَزْعُمُونَ ﴿٢٢﴾

او یاده کړه ورځ دقیامت کله چې به مونږ دوی ټول راجمع کړو، نه به پریږدو هیڅوک ددوی نه، بیا به مونږ درټنې په ډول هغه چا ته ووایو چې دالله تعالی سره یې د نور چا بندګي کړې وه: هغه برخه وال مو چېرته دي چې په درغو مو دعوه کوله چې دوی دالله تعالی سره برخې والا دي

ثُمَّ لَمْ تَكُن فِتْنَتُهُمْ إِلَّآ أَن قَالُوا۟ وَٱللَّهِ رَبِّنَا مَا كُنَّا مُشْرِكِينَ ﴿٢٣﴾

بیا به نه وي ددوی بهانه وروسته ددې ازمیښت نه مګر دا چې دوی به دخپلو معبودانو څخه بیزاره شي، او دروغ به ووایې چې: قسم دی په تا باندې اې زمونږه ربه مونږ خو ستا سره په دنیا کې څوک شریکان نه وجوړ کړي، بلکه مونږ خو په تاباندې ایمان لرلو، خاص ستا بندګي مو کوله

ٱنظُرْ كَيْفَ كَذَبُوا۟ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِمْ ۚ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَفْتَرُونَ ﴿٢٤﴾

وګوره ای محمده! - صلی الله علیه وسلم - څرنګه دې خلکو په خپل ځان باندې دروغ وویل په نفی کولو دشرک سره دخپلو ځانونو نه، او ورک شو (پټ شو) د دوی نه او رسوا یې کړل دوی لره هغوی چې دوی جوړ کړي وو دشریکانو نه دالله تعالی سره ددوی په دنیوی ژوند کې؟!

وَمِنْهُم مَّن يَسْتَمِعُ إِلَيْكَ ۖ وَجَعَلْنَا عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَن يَفْقَهُوهُ وَفِىٓ ءَاذَانِهِمْ وَقْرًۭا ۚ وَإِن يَرَوْا۟ كُلَّ ءَايَةٍۢ لَّا يُؤْمِنُوا۟ بِهَا ۚ حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءُوكَ يُجَـٰدِلُونَكَ يَقُولُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِنْ هَـٰذَآ إِلَّآ أَسَـٰطِيرُ ٱلْأَوَّلِينَ ﴿٢٥﴾

او ځیني له مشرکانو نه هغه دي چې غوږ ږدي تاته –ای پیغمبره- کله چې ته قران کریم لولې، لیکن دوی ته ګټه نه رسوي هغه څه چې دوی ورته غوږ ږدي؛ ځکه چې مونږ ددوی په زړونو باندې پردې ګرځولي تر څو په قران کریم باندې پوه نشي، ددوی دضد او مخ اړولو دوجې نه، او مونږ ددوی په غوږونو کې کوڼوالی ایښودی د فایده مندو اوریدلو نه، او څومره چې دوی دښکاره نښو او ښکاره دلیلونو څخه وویني بیا پرې هم ایمان نه راوړي، تر دې چې دوی تاته راشي او تاسره دحق په مقابل کې په باطل باندې جګړې کوي او وایې: نه دي هغه څه چې تا پرې راتګ کړی مګر اخیستل شوي دپخوانیو کتابونو څخه

وَهُمْ يَنْهَوْنَ عَنْهُ وَيَنْـَٔوْنَ عَنْهُ ۖ وَإِن يُهْلِكُونَ إِلَّآ أَنفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ ﴿٢٦﴾

او دوی خلک منع کوي دایمان راوړلو نه په پیغمبر باندې، او پخپله هم دهغه نه لری کیږي، نو څوک نه پریږدي چې فایده ترې واخلي، او په خپله ترې هم فایده نه اخلي، او دوی په دې کار سره نه هلاکوي مګر خپل ځانونه، او دوی په دې نه پوهیږي چې دا کوم کار چې دوی کوي دا ددوی لپاره هلاکت دی

وَلَوْ تَرَىٰٓ إِذْ وُقِفُوا۟ عَلَى ٱلنَّارِ فَقَالُوا۟ يَـٰلَيْتَنَا نُرَدُّ وَلَا نُكَذِّبَ بِـَٔايَـٰتِ رَبِّنَا وَنَكُونَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿٢٧﴾

او که ته ووینې –ای پیغمبره- کله چې به دوی پیش کیدلی شي دقیامت په ورځ په اور باندې، نو دوی به دپیښمانتیا نه وایې: کاش چې مونږ بیرته دنیا ته ګرځول شوي و، او مونږ دالله تعالی آیتونو ته ددروغو نسبت نه وي کړی، او مونږ به په الله تعالی باندې دایمان لرونکو نه و- نو تا به تعجب کړی ود دوی دبد حال څخه. مخ ۴ له ۲۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

بَلْ بَدَا لَهُم مَّا كَانُوا۟ يُخْفُونَ مِن قَبْلُ ۖ وَلَوْ رُدُّوا۟ لَعَادُوا۟ لِمَا نُهُوا۟ عَنْهُ وَإِنَّهُمْ لَكَـٰذِبُونَ ﴿٢٨﴾

خبره داسې نده لکه دوی چې وایې که چیرته دوی بیرته دنیا ته واپس شي نو دوی به ایمان رواړي، بلکه دوی ته ښکاره شو هغه څه چې دوی پټ کړي وو ددوی لدې وینا څخه: (په الله تعالی مو دې قسم وي چې مونږ مشرکان نه وو)، کله چې په دوی باندې خپلو اندامونو ګواهي ورکړه، او که چیرته بالفرض دوی دنیا ته راوګرځي نو خامخا دوی به بیرته هغه کفر او شرک ته وروګرځي چې دوی ترې منع شوي وو، او بیشکه دوی دروغجن دي په خپله وعده کې په ایمان باندې کله چې دوی بیرته وګرځول شي

وَقَالُوٓا۟ إِنْ هِىَ إِلَّا حَيَاتُنَا ٱلدُّنْيَا وَمَا نَحْنُ بِمَبْعُوثِينَ ﴿٢٩﴾

او وایې دا مشرکان: نه دی ژوند مګر هغه ژوند دی چې مونږ پکې اوس یاستو، او مونږ بیرته دحساب لپاره نشو راپورته (راژوندي) کیدلی

وَلَوْ تَرَىٰٓ إِذْ وُقِفُوا۟ عَلَىٰ رَبِّهِمْ ۚ قَالَ أَلَيْسَ هَـٰذَا بِٱلْحَقِّ ۚ قَالُوا۟ بَلَىٰ وَرَبِّنَا ۚ قَالَ فَذُوقُوا۟ ٱلْعَذَابَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ ﴿٣٠﴾

او که چیرته ته ووینې –ای پیغمبره- کله چې دبیرته راژوندي کیدلو نه انکار کوونکي دخپل رب مخې ته ودرول شي نو خامخا ته به نا اشنا ووینې ددوی بد حال، کله چې به ورته الله تعالی ووایې: آیا نه دی دا هغه دوباره ژوند چې تاسو ورته ددروغو نسبت کاوه په رښتیا سره چې ثابت دی او هیڅ شک او شبهه پکې نشته؟! دوی به ووایې: زمونږ دې قسم وي زمونږ په هغه رب چې مونږ یې پیداکړی یو یقینا دا حق دی او ثابت دی هیڅ شک پکې نشته، نو الله تعالی به ورته په دغه وخت کې ووایې: نو وڅکئ تاسو عذاب په سبب دکفر ستاسو په دې ورځ باندې؛ نو وئ تاسو چې نسبت ددروغو مو کولو دې ورځې ته په دنیا کې

قَدْ خَسِرَ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِلِقَآءِ ٱللَّهِ ۖ حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءَتْهُمُ ٱلسَّاعَةُ بَغْتَةًۭ قَالُوا۟ يَـٰحَسْرَتَنَا عَلَىٰ مَا فَرَّطْنَا فِيهَا وَهُمْ يَحْمِلُونَ أَوْزَارَهُمْ عَلَىٰ ظُهُورِهِمْ ۚ أَلَا سَآءَ مَا يَزِرُونَ ﴿٣١﴾

ى یقینا تاوان کې پریوتلي هغه کسان چې نسبت ددروغو یې کړی دوباره ژوندون ته دقیامت په ورځ او دالله تعالی مخې ته ودریدل یې ډیر لرې او نااشنا کڼلي، تر دې چې راغی دوی ته قیامت ناڅاپه پرته لدې چې مخکې ورته علم وي، وبه وایې دوی دزیاتې پښیمانتیا له وجې نه: های افسوس دی او برباد دي زمونږ امیدونه ددې وجې نه چې مونږ دالله تعالی په حق کې کوتاهي کړې وه دکفر کولو نه په هغه او دقیامت ورځې ته په تیاري نه کولو سره، او دوی به باروي خپل ګناهونه ددوی په شاګانو، خبردار! ډیر بد دي هغه چې دوی یې باروي ددې ګناهونو نه

وَمَا ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَآ إِلَّا لَعِبٌۭ وَلَهْوٌۭ ۖ وَلَلدَّارُ ٱلْـَٔاخِرَةُ خَيْرٌۭ لِّلَّذِينَ يَتَّقُونَ ۗ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿٣٢﴾

او ندی ژوند ددنیا هغه چې تاسو ورته کږیږئ او مایله کیږئ مګر ساعت تیري او لویي ده دهغه چا لپاره چې دالله تعالی دخوشحالولو کارونه پکې نه کوي، او هر چې کور وروستنی دی نو هغه غوره دی دهغه چا لپاره چې ویریږي دالله تعالی څخه په کولو دهغه څه سره چې امر یې پرې کړی دایمان او تابعدارۍ نه، او په پریښودلو دهغه څه چې منع یې ترې کړې؛ له شرک او نافرمانۍ نه، نو آیا تاسو نه پوهیږئ -ای مشرکانو- په دې باندې؟! تر څو ایمان راوړئ او نیک کارونه وکړئ

قَدْ نَعْلَمُ إِنَّهُۥ لَيَحْزُنُكَ ٱلَّذِى يَقُولُونَ ۖ فَإِنَّهُمْ لَا يُكَذِّبُونَكَ وَلَـٰكِنَّ ٱلظَّـٰلِمِينَ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ يَجْحَدُونَ ﴿٣٣﴾

مونږه پوهیږو -ای پیغمبره- چې بیشکه خپه کوي تالره دروغجن ګڼل ددوی تالره په ښکاره، نو ته پوهه شه چې دوی په زړونو کې تا دروغجن نه ګڼي؛ ځکه چې دوی ستا ریښتنولي او امانتداري پیژني، لیکن دوی ظالم قوم دی په ښکاره ستا دحکم نه انکار کوي او دوی په زړونو کې پدې باندې یقین لري

وَلَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌۭ مِّن قَبْلِكَ فَصَبَرُوا۟ عَلَىٰ مَا كُذِّبُوا۟ وَأُوذُوا۟ حَتَّىٰٓ أَتَىٰهُمْ نَصْرُنَا ۚ وَلَا مُبَدِّلَ لِكَلِمَـٰتِ ٱللَّهِ ۚ وَلَقَدْ جَآءَكَ مِن نَّبَإِى۟ ٱلْمُرْسَلِينَ ﴿٣٤﴾

او ته دا ګمان مه کوه چې بیشکه دا دروغجن ګڼل یوازې په تا پورې خاص دي، نو یقینا ستا نه مخکې نور پیغمبران هم دروغجن ګڼل شوي وو، او خپلو قومونو ورته تکلیف وررسولی و، نو هغوی ددوی مقابله په صبر کولو سره په دعوت او دالله تعالی په لا ره کې په جهاد کولو سره وکړه تر دې چې دالله تعالی له طرفه ورته مرسته او مدد راغی، او نشته څوک بدلوونکی هغه مدد لره چې الله تعالی لیکلی وي، او دخپلو پیغمبرانو سره یې پرې وعده کړي وي، او یقینا راغلي تاته -ای پیغمبره- خبرونه مخ ۵ له ۲۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر دپخوانیو پیغمبرانو او دهغو تکلیفونو چې دخپلو قومونو نه ورته وررسیدلی وو، او دهغو کامیابیو چې الله تعالی ورته ورکړې وې په هلاکولو دهغوی ددښمنانو

وَإِن كَانَ كَبُرَ عَلَيْكَ إِعْرَاضُهُمْ فَإِنِ ٱسْتَطَعْتَ أَن تَبْتَغِىَ نَفَقًۭا فِى ٱلْأَرْضِ أَوْ سُلَّمًۭا فِى ٱلسَّمَآءِ فَتَأْتِيَهُم بِـَٔايَةٍۢ ۚ وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ لَجَمَعَهُمْ عَلَى ٱلْهُدَىٰ ۚ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلْجَـٰهِلِينَ ﴿٣٥﴾

ى او که چیرته ګران وي په تا باندې -ای پیغمبره- هغه چې دررسیږي تاته ددوی ددروغجن ګڼلو نه او ددوی دمخ اړولو نه دهغه حق څخه چې تا پرې راتګ کړی، نو که چیرته ته توان ولرې ددې خبرې چې ولټوې سورنګ په ځمکه کې او یا پوړئ (زینه) اسمان ته؛ تر څو راوړې دوی ته یو ښکاره دلیل پرته له هغه نه چې مونږ پرې ته مضبوط کړی یې نو وکړه دا کار، او که چیرې غوښتلی وی الله تعالی راټولول ددوی په هغه هدایت باندې چې تاپرې راتک ګړی نو راجمع کړی به یې پرې وی، لیکن الله تعالی دا نه غواړې ديو غټ حکمت له وجې نه، نو ته په دې باندې دناخبرو نه مه کیږه، نو ته به بیا خپل ځان په پښیمانتیا کې واچوي ددې وجې نه چې دوی ایمان نه راوړي

۞ إِنَّمَا يَسْتَجِيبُ ٱلَّذِينَ يَسْمَعُونَ ۘ وَٱلْمَوْتَىٰ يَبْعَثُهُمُ ٱللَّهُ ثُمَّ إِلَيْهِ يُرْجَعُونَ ﴿٣٦﴾

یقینا قبلوي ستا خبرې هغه چې تا پرې راتګ کړی هغه خلک چې خبرې اوري او پوهیږي پرې، او کافران (خو) مړه دي دهغوی هیڅ حیثیت نشته، ځکه چې د هغوی زړونه مړه شوي، او مړي به الله تعالی دقیامت په ورځ بیا راژوندي کړي، بیا به یوازې هغه ته وروګرځول شي ددې لپاره چې دهغوی په مخکنیو عملونو باندې بدلې ورکړي

وَقَالُوا۟ لَوْلَا نُزِّلَ عَلَيْهِ ءَايَةٌۭ مِّن رَّبِّهِۦ ۚ قُلْ إِنَّ ٱللَّهَ قَادِرٌ عَلَىٰٓ أَن يُنَزِّلَ ءَايَةًۭ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٣٧﴾

او وایې مشرکان په داسې حال کې چې سختي کوونکي او ځنډونکي وي ایمان لره: ولې نه نازلیږي په محمد باندې یوه معجزه چې دلیل وي دهغه په ریښتنولۍ باندې په هغه څه کې چې ده پرې راتګ کړی؟ ته ووایه: -ای پیغمبره-: بیشکه الله تعالی قادر دی په رالیږلو دمعجزې په هغه ډول چې دوی یې غواړي، خو لیکن ډیر ددې مشرکانو نه کوم چې دمعجزې غوښتونکي دي په دې نه پوهیږي چې بیشکه دمعجزو رالیږل دالله تعالی دحکمت په اساس وي، نه ددوی دغوښتنو په اساس، نو که چیرته یې راولیږي او بیا دوی ایمان رانه وړي نو هلاک به یې کړي

وَمَا مِن دَآبَّةٍۢ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَا طَـٰٓئِرٍۢ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إِلَّآ أُمَمٌ أَمْثَالُكُم ۚ مَّا فَرَّطْنَا فِى ٱلْكِتَـٰبِ مِن شَىْءٍۢ ۚ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّهِمْ يُحْشَرُونَ ﴿٣٨﴾

ربهم يحشرون او نشته هیڅ یو حیوان چې دځمکې پر سر حرکت کوي (خوځیږي)، او نه هیڅ یو مارغه چې الوځي په اسمان کې مګر دا جنسونه دي ستاسو په شان -ای بنی ادمو:- په پیدایش او روزۍ کې، مونږ ندی پریښودی په لوح محفوظ کې هیڅ یو شي مګر هغه مو ثابت (واضح) کړی، او دټولو علم دالله تعالی سره دی، بیا به دوی یواځې خپل رب ته دقیامت په ورځ راجمع کیدلی شيملپاره دفیصلی کولو، نو بدله به ورکړي هر چاته دهغه څه چې حقدار یې وي

وَٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا صُمٌّۭ وَبُكْمٌۭ فِى ٱلظُّلُمَـٰتِ ۗ مَن يَشَإِ ٱللَّهُ يُضْلِلْهُ وَمَن يَشَأْ يَجْعَلْهُ عَلَىٰ صِرَٰطٍۢ مُّسْتَقِيمٍۢ ﴿٣٩﴾

او هغه کسان چې دروغ یې ګڼلې آیتونه زمونږ په شان دهغو کڼو دي چې څه نه اوري، او په شان دګونګیانو دي هغوی چې خبرې نشې کولای، او دوی سره ددې نه په تیارو کې هم دي؛ څه نه شي لیدلای، نو دچا چې دا حال وي څرنګه به هدایت ومومي؟! چا لره چې الله تعالی وغواړي دخلکو نه ګمراه کول دهغه نو ګمراه کوی یې، او چا لره چې وغواړي چې هدایت ورته وکړي نو هدایت ورته کوي داسې چې په سمه لا ره یې روان کړي چې کوږوالی پکې نه وي

قُلْ أَرَءَيْتَكُمْ إِنْ أَتَىٰكُمْ عَذَابُ ٱللَّهِ أَوْ أَتَتْكُمُ ٱلسَّاعَةُ أَغَيْرَ ٱللَّهِ تَدْعُونَ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ ﴿٤٠﴾

ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکانو ته: خبر راکړئ ماته که چیرته راشي تاسو ته عذاب دالله تعالی له طرفه او یا تاسو ته قیامت ناڅاپه راشي هغه چې تاسو سره یې وعده شوې چې یقینا دا راتلونکی دی؛ آیا تاسو به په دغه وخت کې دالله تعالی نه پرته بل چا نه وغواړئ چې ستاسو څخه هغه مصیبت او سختي لرې کړي چې په تاسو راغلې، که چیرته تاسو په خپله دې دعوه کې ریښتوني یاست چې یقینا ستاسو معبودان تاسو ته خیر دررسوي او یا ستاسو څخه شر بچ (دفع) کوي؟!. مخ ۶ له ۲۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

بَلْ إِيَّاهُ تَدْعُونَ فَيَكْشِفُ مَا تَدْعُونَ إِلَيْهِ إِن شَآءَ وَتَنسَوْنَ مَا تُشْرِكُونَ ﴿٤١﴾

حق خبره دا ده چې هغه مهال بيا له هغه الله پرته؛ چې پيداکړي يې ياست بل څوک نه رابولئ، ترڅو که هغه وغواړي مصيبت درڅخه لېرې کړي او ضررمو پورته کړي، همغه الله ددغه څښتن دی او پرې ځواکمن دی، خو کوم چې ستاسو معبودان دي چې له الله سره مو شريک کړي دي؛ نو هغه نه رابولئ، ځکه تاسې پوهېږئ چې هغه ګټه او توان نشي رسولای

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَآ إِلَىٰٓ أُمَمٍۢ مِّن قَبْلِكَ فَأَخَذْنَـٰهُم بِٱلْبَأْسَآءِ وَٱلضَّرَّآءِ لَعَلَّهُمْ يَتَضَرَّعُونَ ﴿٤٢﴾

او یقینا مونږ لیږلی وو ستا نه مخکې نورو امتونو ته -ای پیغمبره- پیغمبران نو هغوی دروغجن وګڼل، او مخ یې واړاوه دهغه څه نه چې دوی پرې راتګ کړی و، نو مونږ هغوی ته په مالي تکلیفونو لکه غریبۍ سزا ورکړه او په هغه څه مو ورته سزا ورکړه چې ددوی بدنونو ته ضرر رسوي لکه مرض (بیمارتیا) ددې وجې نه چې دوی خپل رب ته عاجزي وکړي، او هغه ته غاړه کیږدي

فَلَوْلَآ إِذْ جَآءَهُم بَأْسُنَا تَضَرَّعُوا۟ وَلَـٰكِن قَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَزَيَّنَ لَهُمُ ٱلشَّيْطَـٰنُ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿٤٣﴾

نو که چیرته دوی په دغه وخت کې کله چې دوی ته زمونږ عذاب راغی الله تعالی ته عاجزي کړي وي، او هغه ته یې غاړه کیښودې وي ددې لپاره چې ددوی نه عذاب لرې کړی شوی وی، نو مونږ به په دوی باندې رحم کړی وي لیکن دوی دا کار ونه کړ، بلکې زړونه یې سخت شول، نو عبرت یې وانه خیست او پند یې هم وانه خیست، او ښایسته کړل دوی ته شیطان هغه کفر او ګناهونه چې دوی کول، نو همیشوالی یې وکړ په خپلو هغو ګناهونو او کفر چې دوی مخکې کولو

فَلَمَّا نَسُوا۟ مَا ذُكِّرُوا۟ بِهِۦ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ أَبْوَٰبَ كُلِّ شَىْءٍ حَتَّىٰٓ إِذَا فَرِحُوا۟ بِمَآ أُوتُوٓا۟ أَخَذْنَـٰهُم بَغْتَةًۭ فَإِذَا هُم مُّبْلِسُونَ ﴿٤٤﴾

نو هر کله چې پریښودل دوی هغه څه چې دوی ته پرې پند ورکړ شوی ود سختې غریبۍ او مرض څخه او دالله تعالی په حکمونو باندې یې عمل ونه کړ، مونږ دوی ته مهلت ورکړ په پرانیستلو ددروازو دروزئ په دوی باندې، او په مالداره کولو ددوی سره وروسته له غریبۍ نه، او مونږ ددوی بدنونه روغ کړل وروسته دمرض نه، تر دې چې دوی تکبر وکړ، او په دوی باندې ځان ښودنه غالبه شوه دهغو خوشحالیو او نعمتونو په وجه چې دوی ته ورکړی شوی وناڅاپه ورته زمونږ عذاب راغی، نو په دغه وخت کې دوی حیران او ناامیده شول دهغه څه نه چې دوی امیدوار وو

فَقُطِعَ دَابِرُ ٱلْقَوْمِ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ ۚ وَٱلْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٤٥﴾

نو پرې کړی شو اخرنی دکافرانو څخه په بیخ ویستلو او هلاکولو دهغوی ټولو، او په کامیابۍ دالله تعالی دپیغمبرانو، او شکر او ثنا او صفت یواځې الله تعالی لره دي چې رب دټولو مخلوقاتو دی؛ په هلاکولو دخپلو دښمنانو او په کامیابولو دخپلو ولیانو

قُلْ أَرَءَيْتُمْ إِنْ أَخَذَ ٱللَّهُ سَمْعَكُمْ وَأَبْصَـٰرَكُمْ وَخَتَمَ عَلَىٰ قُلُوبِكُم مَّنْ إِلَـٰهٌ غَيْرُ ٱللَّهِ يَأْتِيكُم بِهِ ۗ ٱنظُرْ كَيْفَ نُصَرِّفُ ٱلْـَٔايَـٰتِ ثُمَّ هُمْ يَصْدِفُونَ ﴿٤٦﴾

ته ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکانو ته: خبر راکړئ ماته که الله تعالی تاسو کاڼه کړي په اخیستلو دغوږونو ستاسو، او ړانده کړي تاسو په اخیستلو دسترګو ستاسو، او مهر ولګوي ستاسو په زړونو، نو په هیڅ شي باندې به نه پوهیږئ؛ څوک دی معبود په ریښتیا سره چې راوړي تاسو ته هغه څه چې ستاسو څخه ورک شوي ددې اندامونو نه؟ فکر وکړه -ای پیغمبره- څرنګه مونږ دوی ته دلیلونه بیانوو، او دلیلونه ورته بدلوو رابدلوو، بیا هم دوی دهغه څخه مخ اړوي!

قُلْ أَرَءَيْتَكُمْ إِنْ أَتَىٰكُمْ عَذَابُ ٱللَّهِ بَغْتَةً أَوْ جَهْرَةً هَلْ يُهْلَكُ إِلَّا ٱلْقَوْمُ ٱلظَّـٰلِمُونَ ﴿٤٧﴾

ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره-: خبر راکړئ ماته که چیرته راشي تاسو ته عذاب دالله تعالی ناڅاپه پغیر ستاسو دخبرولو نه په دې راتګ سره، او یا راشي تاسو ته ښکاره، نو شان دا دې چې نه به رانیول کیږي په دې عذاب سره مګر ظالمان دوجې دکفر کولو ددوی نه په الله تعالی باندې او په وجې ددروغجن ګڼلو ددوی پیغمبرانو لره. مخ ۷ له ۲۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَمَا نُرْسِلُ ٱلْمُرْسَلِينَ إِلَّا مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ ۖ فَمَنْ ءَامَنَ وَأَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿٤٨﴾

او نه لیږو مونږ هغه څوک چې لیږو یې دخپلو پیغمبرانو نه مګر لپاره دخبر ورکولو مومنانو او تابعدارنو ته په هغه څه چې خوشحالوي يې دهمیشني نعمتونو څخه، هغه چې نه ختمیږي او نه پرې کیږي، او ویرول دکافرانو او نافرمانو خلکو لره زمونږ دسخت عذاب نه، نو چاچې په پیغمبرانو باندې ایمان راوړ، او خپل عمل یې برابر کړ، نو نه به وي په دوی باندې هیڅ ویره دهغه څه نه چې دوی به ورسره په اخرت کې مخامخ کیږي، او نه به خپه کیږي او غمجن کیږي په هغه څه چې ددوی څخه په دنیا کې پاتې شوي دي

وَٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا يَمَسُّهُمُ ٱلْعَذَابُ بِمَا كَانُوا۟ يَفْسُقُونَ ﴿٤٩﴾

او هغه کسان چې نسبت ددروغو کوي زمونږ آیتونو ته وبه رسیږي دوی ته عذاب په سبب دوتلو ددوی دالله تعالی دنافرمانۍ څخه

قُل لَّآ أَقُولُ لَكُمْ عِندِى خَزَآئِنُ ٱللَّهِ وَلَآ أَعْلَمُ ٱلْغَيْبَ وَلَآ أَقُولُ لَكُمْ إِنِّى مَلَكٌ ۖ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَىٰٓ إِلَىَّ ۚ قُلْ هَلْ يَسْتَوِى ٱلْأَعْمَىٰ وَٱلْبَصِيرُ ۚ أَفَلَا تَتَفَكَّرُونَ ﴿٥٠﴾

ى ته ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکانو ته: زه تاسو ته دا نه وایم چې: زما سره دالله تعالی درزق خزانې دي چې زه پکې تصرف کوم څرنګه چې زه وغواړم، او دا هم تاسو ته نه وایم چې: زه په غیبو باندې پوهیږم مګر هغه چې الله تعالی پرې ماته دوحې په ذریعه خبر راکړی، او زه تاسو ته دا هم نه وایم چې: زه دملایکو نه یو ملایک یم، بلکې زه دالله تعالی له طرفه پیغمبر یم، تابعداري نه کوم مګر دهغه څه چې ما ته یې وحې کیدلی شي، او زه دعوا نه کوم دهغه څه چې ما لره نه دی، ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره-: آیا برابر دی هغه کافر چې سترګې یې دحق نه ړندې شوي، او هغه مومن چې حق یې لیدلی او ایمان یې پرې راوړی؟ آیا تاسو په خپلو عقلونو باندې فکر او سوچ نه کوئ -ای مشرکانو- په هغه څه کې چې ستاسو شاوخوا دي دمعجزاتو او نښو نه!. ى

وَأَنذِرْ بِهِ ٱلَّذِينَ يَخَافُونَ أَن يُحْشَرُوٓا۟ إِلَىٰ رَبِّهِمْ ۙ لَيْسَ لَهُم مِّن دُونِهِۦ وَلِىٌّۭ وَلَا شَفِيعٌۭ لَّعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ ﴿٥١﴾

او وویروه -ای پیغمبره- په دې قران سره هغه کسان چې ویریږي ددې خبرې نه چې راجمع به کړی شي خپل رب ته دقیامت په ورځ، نه به وي دوی لره څوک دوست پغیر دالله تعالی څخه چې دوی ته خیر ورسوي، او نه څوک سپارش کوونکی چې ددوی نه تکلیف لرې کړي، ددې لپاره چې دوی دالله تعالی څخه وویریږي په عملي کولو دحکمونو دهغه او په ځان ساتلو سره دهغه دنواهیو څخه، نو دا هغه کسان دی چې په قران کریم سره فایدې حاصلوي

وَلَا تَطْرُدِ ٱلَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُم بِٱلْغَدَوٰةِ وَٱلْعَشِىِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُۥ ۖ مَا عَلَيْكَ مِنْ حِسَابِهِم مِّن شَىْءٍۢ وَمَا مِنْ حِسَابِكَ عَلَيْهِم مِّن شَىْءٍۢ فَتَطْرُدَهُمْ فَتَكُونَ مِنَ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٥٢﴾

او ته مه شړه-ای پیغمبره- دخپل مجلس نه دمسلمانانو غریبان هغوی چې همیشه دالله تعالی په بندګۍ کې دي دورځې په اول او په اخر کې خالص کوونکي دي هغه ته دبندګۍ، مه شړه دوی چې پدې سره دمشرکانو مشران رامایله کړې، نشته په تا باندې ددې غریبانو دحساب نه څه شي، بلکې ددوی حساب دخپل رب سره دی، او نشته په هغوی باندې ستا دحساب نه څه شي، که ته چیرته دوی له خپل مجلس څخه وشړې نو ته به پدغه وخت کې دالله تعالی دپولو نه تیریدونکی یې

وَكَذَٰلِكَ فَتَنَّا بَعْضَهُم بِبَعْضٍۢ لِّيَقُولُوٓا۟ أَهَـٰٓؤُلَآءِ مَنَّ ٱللَّهُ عَلَيْهِم مِّنۢ بَيْنِنَآ ۗ أَلَيْسَ ٱللَّهُ بِأَعْلَمَ بِٱلشَّـٰكِرِينَ ﴿٥٣﴾

او همدارنګه وازمایل مونږ بعضې ددوی نه په بعضو نورو، نو وګرځول مونږ دوی مختلف ددوی په دنیوي برخو کې، مونږ دوی ددې لپاره وازمایل چې مالداران کافران غریبو مسلمانانو ته ووایې. آیا دا غریبان هغه خلک دي چې الله تعالی پرې دهدایت کولو احسان کړی زمونږ تر منځ؟! که چیرته ایمان خیر وي نو دوی به زمونږ څخه نه وی مخکې شوی دې ایمان ته، پس مونږ خو دمخکې والي والا خلک یو. آیا نه دی الله تعالی ښه پوهه په شکر کوونکو دهغه په نعمتونو، نو هغوی ته دایمان توفیق ورکوي، او ښه پوهه دی په ناشکري کوونکو دهغه په نعمتونو، نو ذلیل کوي یې، نو ایمان نه راوړي؟! ولی نه؛ بیشکه الله تعالی ښه پوهه دی په دوی ټولو. مخ ۸ له ۲۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَإِذَا جَآءَكَ ٱلَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِـَٔايَـٰتِنَا فَقُلْ سَلَـٰمٌ عَلَيْكُمْ ۖ كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلَىٰ نَفْسِهِ ٱلرَّحْمَةَ ۖ أَنَّهُۥ مَنْ عَمِلَ مِنكُمْ سُوٓءًۢا بِجَهَـٰلَةٍۢ ثُمَّ تَابَ مِنۢ بَعْدِهِۦ وَأَصْلَحَ فَأَنَّهُۥ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿٥٤﴾

ب جهلة ثم تاب من بعده وأصلح فأنه غفور رحيم او کله چې راشي تاته -ای پیغمبره- هغه کسان چې تصدیق کوي زمونږ په آیتونو هغه چې شاهدي کوونکي دي په ریښتنولۍ دهغه څه چې تا پرې راتګ کړی، نو په هغوی باندې سلام واچوه دهغوی داحترام دوجې نه، او دالله تعالی په پراخه رحمت باندې ورته زیری ورکړه، نو یقینا لا زم کړی الله تعالی په خپل ځان باندې رحمت واجبول دمهربانۍ له مخې، نو هر چا چې ستاسو نه څه ګناه وکړه دناپوهۍ او کم عقلۍ په حال کې، بیا یې وروسته دهغه دکولو نه توبه وویستله، او خپل عمل یې برابر کړ، نو بیشکه الله تعالی بخښې ده ته هغه بدۍ چې ده کړي وي، نو بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی دی هغه چا ته چې توبه وباسي دهغه له بندګانو څخه، په هغوی باندې مهربانه دی

وَكَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ ٱلْـَٔايَـٰتِ وَلِتَسْتَبِينَ سَبِيلُ ٱلْمُجْرِمِينَ ﴿٥٥﴾

او لکه څرنګه چې مونږ تاته بیان کړل هغه څه چې مخکې تیر شو بیانوو تاته مونږ زمونږ ښکاره دلیلونه په باطل پرستو باندې، او لپاره دښکاره کولو دلارې او منهج د مجرمانو خلکو، دهغه نه دځان ساتلو لپاره او دنورو خلکو دویرولو لپاره

قُلْ إِنِّى نُهِيتُ أَنْ أَعْبُدَ ٱلَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ ۚ قُل لَّآ أَتَّبِعُ أَهْوَآءَكُمْ ۙ قَدْ ضَلَلْتُ إِذًۭا وَمَآ أَنَا۠ مِنَ ٱلْمُهْتَدِينَ ﴿٥٦﴾

ته ووایه -ای پیغمبره-: بیشکه زه منع کړی شوي یم دبندګۍ دهغه چا نه چې تاسو یې بندګي کوئ پغیر له الله تعالی نه، ته ووایه -ای پیغمبره-: زه تابعداري نه کوم ستاسو دخواهشاتو په عبادت کولو دغیر الله کې، نو که زه چیر ته ستاسو دخواهشاتو تابعداري وکړم په دې خبره کې نو زه دبې لا رې شوو خلکو نه شم دحق د لا رې نه، او هغې ته به ونه رسیږم، او دا حال دهر هغه چا دی چې دخواهشاتو تابعداري یې کړي وي پرته له کوم دلیل نه دالله تعالی له طرفه

قُلْ إِنِّى عَلَىٰ بَيِّنَةٍۢ مِّن رَّبِّى وَكَذَّبْتُم بِهِۦ ۚ مَا عِندِى مَا تَسْتَعْجِلُونَ بِهِۦٓ ۚ إِنِ ٱلْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ۖ يَقُصُّ ٱلْحَقَّ ۖ وَهُوَ خَيْرُ ٱلْفَـٰصِلِينَ ﴿٥٧﴾

ته ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکانو ته: یقینا زه په ښکاره دلیل باندې یم دخپل رب دطرف نه، خپل خواهش باندې نه یم، او تاسو دروغ ګڼئ دې دلیل لره، نشته ما سره هغه عذاب او حیرانوونکې معجزې چې تاسو یې په تلوار سره غواړئ، بیشکه دا ټول دالله تعالی په لا س کې دي، نو نده فیصله دهر شي -او دهغه نه هغه څه هم دي چې تاسو غوښتلي- مګر یوازې الله تعالی لره ده، هغه حق وایې او په حق فیصلې کوي، او هغه پاک ذات؛ غوره هغه څوک دی چې بیان کړی او جدا کړي یې دي حقپرست دباطل پرست نه

قُل لَّوْ أَنَّ عِندِى مَا تَسْتَعْجِلُونَ بِهِۦ لَقُضِىَ ٱلْأَمْرُ بَيْنِى وَبَيْنَكُمْ ۗ وَٱللَّهُ أَعْلَمُ بِٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٥٨﴾

ته ووایه -ای پیغمبره- دوی ته: که چیرته ما سره وي او زما په واک کې وي هغه عذاب چې تاسو یې په تلوار سره غواړئ نو ما به په تاسو نازل کړی و، او په دغه وخت کې به فیصله شوی وهغه کار چې زما او ستاسو ترمنځ دی، او الله تعالی ښه پوهه دی په ظالمانو چې څومره مهلت ورکوي او څه وخت سزا ورکوي

۞ وَعِندَهُۥ مَفَاتِحُ ٱلْغَيْبِ لَا يَعْلَمُهَآ إِلَّا هُوَ ۚ وَيَعْلَمُ مَا فِى ٱلْبَرِّ وَٱلْبَحْرِ ۚ وَمَا تَسْقُطُ مِن وَرَقَةٍ إِلَّا يَعْلَمُهَا وَلَا حَبَّةٍۢ فِى ظُلُمَـٰتِ ٱلْأَرْضِ وَلَا رَطْبٍۢ وَلَا يَابِسٍ إِلَّا فِى كِتَـٰبٍۢ مُّبِينٍۢ ﴿٥٩﴾

او يوازې له الله سره دپټو زېرمې دي له هغه پرته څوک نه پرې پوهيږي، هغه پر ټولو هغه څارويو، نباتاتو او جماداتو پوهيږي چې په وچه کې دي او پر هغو څارويو، نباتاتو او جماداتو پوهيږي چې په درياب کې دي او هیڅ ځای له ونې يوه پاڼه نه رژېږي او نه په ځمکه کې يوه پټه دانه موندل کيږي، نه لوند او نه وچ موندل کيږي، مګر په څرګند کتاب؛ لوح محفوظ کې ثابت دي. مخ ۹ له ۲۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر م

وَهُوَ ٱلَّذِى يَتَوَفَّىٰكُم بِٱلَّيْلِ وَيَعْلَمُ مَا جَرَحْتُم بِٱلنَّهَارِ ثُمَّ يَبْعَثُكُمْ فِيهِ لِيُقْضَىٰٓ أَجَلٌۭ مُّسَمًّۭى ۖ ثُمَّ إِلَيْهِ مَرْجِعُكُمْ ثُمَّ يُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿٦٠﴾

ينبئكم بما كنتم تعملون او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې ستاسو روحونه په خوب کې په عارضي ډول اخلي، او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې پوهیږي په هغه څه چې تاسو یې کوئ دعملونو نه دورځې ستاسو دنشاطت په وخت کې، بیا تاسو راژوندي کوي په ورځ کې وروسته داخیستلو دروحونو ستاسو نه په خوب سره ددې لپاره چې تاسو خپل کارونه ادا کړئ، تر دې چې ستاسو دژوند لیکل شوې نیټې دالله تعالی سره ختمي شي، بیا ستاسو یوازې هغه ته ورګرځیدل دي په دوباره راپاڅیدلو سره د قیامت په ورځ، بیا به خبر درکړي تاسو ته په هغو عملونو چې تاسو په خپل دنیوي ژوند کې کول، او په هغه به بدله درکړي

وَهُوَ ٱلْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهِۦ ۖ وَيُرْسِلُ عَلَيْكُمْ حَفَظَةً حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءَ أَحَدَكُمُ ٱلْمَوْتُ تَوَفَّتْهُ رُسُلُنَا وَهُمْ لَا يُفَرِّطُونَ ﴿٦١﴾

او خاص الله تعالی غالب او زورور دی په خپلو بندګانو، ذلیلوونکی دی دوی لره، اوچت دی په دوی باندې له هر اړخه، هغه چې هر شی هغه ته عاجزي کوونکی دی، دخپلو بندګانو نه؛ پورته دی داسې پورته چې څنګه دهغه دلوی شان سره ښایې، او رالیږي په تاسو باندې -ای خلکو- ملایک عزتمندې چې ستاسو عملونه لیکې تر دې پورې چې ختمه شي نیټه مقرره دیو کس ستاسو نه په اخیستلو دروح دهغه دملک الموت یا دهغه دملګرو په واسطه، او دا ملایک کمی نه کوي په هغه حکم کې چې دوی ته شوی وي

ثُمَّ رُدُّوٓا۟ إِلَى ٱللَّهِ مَوْلَىٰهُمُ ٱلْحَقِّ ۚ أَلَا لَهُ ٱلْحُكْمُ وَهُوَ أَسْرَعُ ٱلْحَـٰسِبِينَ ﴿٦٢﴾

بیا به وګرځول شي ټول هغه څوک چې ساه ګانې یې اخیستل شوي دي الله تعالی ته چې په ریښتیا سره ددوی مالک دی لپاره ددې چې ورکړي دوی ته بدلې ددوی په عملونو، هغه ذات دی چې هغه لره اختیار دنافذې قضا دی او فیصله دعدل ددوی تر منځ، او هغه ډیر تلوار کوونکی دهغه چا څخه دی چې تاسو یې شمیرلي یاست او ستاسو عملونه یې حساب کړي (لیکلي)

قُلْ مَن يُنَجِّيكُم مِّن ظُلُمَـٰتِ ٱلْبَرِّ وَٱلْبَحْرِ تَدْعُونَهُۥ تَضَرُّعًۭا وَخُفْيَةًۭ لَّئِنْ أَنجَىٰنَا مِنْ هَـٰذِهِۦ لَنَكُونَنَّ مِنَ ٱلشَّـٰكِرِينَ ﴿٦٣﴾

ته ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکانو ته: څوک دی چې خلاصوي تاسو او بچ کوی مو دهغو هلاکت ځایونو څخه چې تاسو ورسره مخامخ کیږي دوچې او ددریابونو په تیارو کې؟ تاسو رابلئ یواځې هغه لره عاجزي کوونکي یاست هغه ته په پټه او ښکاره کې: که چیرته مونږ بچ کړلو رب زمونږ ددې هلاکت دځایونو نه نو شو به مونږ له شکر ویستونکو څخه دهغه دنعمتونو له امله پر مونږ باندې داسې چې مونږ به دهغه نه پرته دبل هیچا بندګي نه کوو

قُلِ ٱللَّهُ يُنَجِّيكُم مِّنْهَا وَمِن كُلِّ كَرْبٍۢ ثُمَّ أَنتُمْ تُشْرِكُونَ ﴿٦٤﴾

ووایه دوی ته -ای پیغمبره-: الله تعالی هغه ذات دی چې خلاصوي تاسو ددغه مصیبت نه، او بچ کوي تاسو دهر قسم مصیبت او تکلیف نه، بیا تاسو وروسته ددې نه دخوشحالۍ په وخت کې دهغه سره نور څوک شریکوئ، نو ددې نه پورته بل ظلم کیدلی شي تاسو چې کوم کوئ؟!

قُلْ هُوَ ٱلْقَادِرُ عَلَىٰٓ أَن يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عَذَابًۭا مِّن فَوْقِكُمْ أَوْ مِن تَحْتِ أَرْجُلِكُمْ أَوْ يَلْبِسَكُمْ شِيَعًۭا وَيُذِيقَ بَعْضَكُم بَأْسَ بَعْضٍ ۗ ٱنظُرْ كَيْفَ نُصَرِّفُ ٱلْـَٔايَـٰتِ لَعَلَّهُمْ يَفْقَهُونَ ﴿٦٥﴾

ووایه -ای پیغمبره- دوی ته: خاص الله تعالی قدرت لرونکی دی په دې چې راولیږي په تاسو باندې عذاب چې راشي تاسو ته دبره ستاسو نه لکه دتیږو او تندرونو او طوفانونو، او یا راشي تاسو ته ستاسو دلاندې طرف نه لکه زلزلې او په ځمکه کې ننه ایستل، او یا به ستاسو دزړونو تر منځ اختلاف پیدا کړي، نو ستاسو نه هر څوک به دخپل خواهش تابعداري وکړي، نو دیو بل سره به جنګ وکړئ، فکر وکړه (وګوره) -ای پیغمبره- څرنګه مونږ اړوو راړوو دوی ته دلیلونه او معجزې او دوی ته یې بیانوو ددې لپاره چې دوی پوهه شي چې یقینا هر هغه څه چې تا پرې راتګ کړی ریښتیا دي، او هر هغه څه چې دهغوی سره دي باطل دي. مخ ۱۰ له ۲۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَكَذَّبَ بِهِۦ قَوْمُكَ وَهُوَ ٱلْحَقُّ ۚ قُل لَّسْتُ عَلَيْكُم بِوَكِيلٍۢ ﴿٦٦﴾

او دروغ وګاڼه دې قران لره ستا قوم، او دا حق دی داسې چې هیڅ شک پکې نشته چې یقینا دا دالله تعالی له طرفه دی، ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره- زه په تاسو په څوکۍ کولو ذمه وار نه یم، نو نه یم زه مګر ویره درکوونکی یم تاسو ته مخکې دسخترعذاب له راتلو څخه

لِّكُلِّ نَبَإٍۢ مُّسْتَقَرٌّۭ ۚ وَسَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿٦٧﴾

دهر یو خبر لپاره وخت مقرر دی چې په هغه کې به کیږي، او یو انتها لرې چې هغه ته به رسیږي، او ددې خبرونو نه یو خبر ستاسو داخري ورتګ او اخري انجام دی، نو زر دی چې تاسو به پوهه شئ په دې باندې کله چې به دقیامت په ورځ راژوندي کړی شئ

وَإِذَا رَأَيْتَ ٱلَّذِينَ يَخُوضُونَ فِىٓ ءَايَـٰتِنَا فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ حَتَّىٰ يَخُوضُوا۟ فِى حَدِيثٍ غَيْرِهِۦ ۚ وَإِمَّا يُنسِيَنَّكَ ٱلشَّيْطَـٰنُ فَلَا تَقْعُدْ بَعْدَ ٱلذِّكْرَىٰ مَعَ ٱلْقَوْمِ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٦٨﴾

ى او کله چې ووینې ته -ای پیغمبره- مشرکینو لره چې خبرې کوي زمونږ په آیتونو پسې په مسخرو او ټوکو ټکالو باندې، نو ته ددوی نه لرې شه تر دې چې دوی په نورو خبرو کې ورننوځي چې په هغو کې زمونږ په آیتونو پسې مسخرې او ټوکې نه وي، او که چیرته هیر کړي ستا څخه شیطان او ته ددوی سره کیناستلې، او بیا در په یاد شو نو په دغه وخت کې ددوی مجلس پریږده او ددې زیاتي کوونکو سره مه کینه

وَمَا عَلَى ٱلَّذِينَ يَتَّقُونَ مِنْ حِسَابِهِم مِّن شَىْءٍۢ وَلَـٰكِن ذِكْرَىٰ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ ﴿٦٩﴾

او نشته په هغو کسانو چې ویریږي دالله تعالی نه په عملې کولو دهغه داوامرو او په ځان ساتلو دهغه له نواهیو څخه هیڅ ذمه واري ددې ظالمانو باره کې، بلکې په دوی باندې دا ده چې بند کړي دوی دهغه منکراتو نه چې دوی یې کوي، ددې لپاره چې دوی دالله تعالی څخه وویریږي، نو دهغه اوامر عملي کړي او دهغه له نواهیو څخه ځان وساتي

وَذَرِ ٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُوا۟ دِينَهُمْ لَعِبًۭا وَلَهْوًۭا وَغَرَّتْهُمُ ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَا ۚ وَذَكِّرْ بِهِۦٓ أَن تُبْسَلَ نَفْسٌۢ بِمَا كَسَبَتْ لَيْسَ لَهَا مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلِىٌّۭ وَلَا شَفِيعٌۭ وَإِن تَعْدِلْ كُلَّ عَدْلٍۢ لَّا يُؤْخَذْ مِنْهَآ ۗ أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ أُبْسِلُوا۟ بِمَا كَسَبُوا۟ ۖ لَهُمْ شَرَابٌۭ مِّنْ حَمِيمٍۢ وَعَذَابٌ أَلِيمٌۢ بِمَا كَانُوا۟ يَكْفُرُونَ ﴿٧٠﴾

إ حميم وعذاب أليمبما كانوا يكفرون پرېږده اې رسوله! دغه مشرکان چې خپل دين يې لوب توکی او بېکاره شی ګرځولی دی، ملنډې پرې وهي او دنيوي ژوند يې دوکه کړي دي چې په هغو کې له منځه تلونکي ګټې دي او اې نبي! خلکو ته په قرآن نصيحت کوه، تردې چې هيڅوک دکړو ګناهونو له امله تباهۍ ته ونه لويږي چې له الله پرته کوم داسې ملاتړی هم ونه لري چې مرسته پرې وغواړي اونه کوم داسې سپارښتونکی وي چې دقيامت په ورځ يې ترې وساتي او کله چې دقيامت په ورځ هر ډول فديه ورکړي نه به ترې منل کيږي، همدوی دي چې دهغو کړو ګناهونو له امله يې دقيامت په ورځ ځانونه تباهۍ ته سپارلي دي، هغوی لره به سخت ګرم څښاک وي او دخپل کفر له امله به يې دردوونکې سزا وي

قُلْ أَنَدْعُوا۟ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَنفَعُنَا وَلَا يَضُرُّنَا وَنُرَدُّ عَلَىٰٓ أَعْقَابِنَا بَعْدَ إِذْ هَدَىٰنَا ٱللَّهُ كَٱلَّذِى ٱسْتَهْوَتْهُ ٱلشَّيَـٰطِينُ فِى ٱلْأَرْضِ حَيْرَانَ لَهُۥٓ أَصْحَـٰبٌۭ يَدْعُونَهُۥٓ إِلَى ٱلْهُدَى ٱئْتِنَا ۗ قُلْ إِنَّ هُدَى ٱللَّهِ هُوَ ٱلْهُدَىٰ ۖ وَأُمِرْنَا لِنُسْلِمَ لِرَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٧١﴾

ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکینو ته: آیا زه بندګي وکړم پرته دالله تعالی نه دبوتانو چې دهیڅ فایدې رسولو واک نه لري چې فایده راته راورسوي او نه دضرر رارسولو طاقت لري چې ضرر راته راورسوي، او واوړو مونږ دایمان نه وروسته له هغه نه چې الله تعالی مونږ ته دایمان توفیق راکړی، نو مونږ به شو په شان دهغه چا چې ګمراه کړی وي ده لره شیطان، نو پریښودی یې وي ده لره حیران چې سمه لا ره نشې پیداکولی، او دده نور ملګري وي په سمه لا ر روان وي دا دحق طرف ته رابلي، خو دا دهغوی بلنه نه قبلوي؟ ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: بیشکه هدایت دالله تعالی هماغه په ریښتیا هدایت دی، او بیشکه الله تعالی مونږ ته امر کړی چې مونږ هغه ته مخ ۱۱ له ۲۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر غاړه کیږدو پاک او اوچت ذات دی په لا زمولو دیووالي دهغه او دعبادت دهغه یوازې، نو هغه پالونکی دټولو مخلوقاتو دی

وَأَنْ أَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَٱتَّقُوهُ ۚ وَهُوَ ٱلَّذِىٓ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ﴿٧٢﴾

او بیشکه مونږ ته یې امر کړی په اداء کولو دلمانځه په پوره طریقې سره، او مونږ ته یې امر کړی دالله تعالی په تقوی په عملي کولو دهغه داوامرو او په ځان ساتلو سره له نواهیو څخه، نو هغه یواځې هغه ذات دی چې بندګان به ورته دقیامت په ورځ راجمع کړی شي ددې لپاره چې دهغوی په عملونو بدلې ورکړي

وَهُوَ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ بِٱلْحَقِّ ۖ وَيَوْمَ يَقُولُ كُن فَيَكُونُ ۚ قَوْلُهُ ٱلْحَقُّ ۚ وَلَهُ ٱلْمُلْكُ يَوْمَ يُنفَخُ فِى ٱلصُّورِ ۚ عَـٰلِمُ ٱلْغَيْبِ وَٱلشَّهَـٰدَةِ ۚ وَهُوَ ٱلْحَكِيمُ ٱلْخَبِيرُ ﴿٧٣﴾

او هغه پاک او اوچت ذات دی چې پیداکړی یې دي اسمانونه او ځمکه لپاره دښکاره کولو دحق، په هغه ورځ چې الله تعالی به یو شي ته ووایې: پیدا شه؛ نو پیدا به شي، کله چې به ووایې دقیامت په ورځ: پاڅیږئ نو ټول به پاڅیږي، وینا دهغه ریښتیا ده هغه چې خامخا واقع کیدونکې ده، او دې الله تعالی لره ده یوازې پادشاهي دقیامت په ورځ کله چې به اسرافیل په ښکر کې دویم پوکی وکړي، پوهه دی په ټولو هغو څه چې پټ دي او په ټولو هغو څه چې ښکاره دي، او هغه حکیم ذات دی په خپل پیدایش او چارو کې، خبردار ذات دی هغه چې هیڅ شی پرې پټ نشي پاتې کیدلی، نو دکارونو پټ هغه ته داسې دي لکه ښکاره دهغو

۞ وَإِذْ قَالَ إِبْرَٰهِيمُ لِأَبِيهِ ءَازَرَ أَتَتَّخِذُ أَصْنَامًا ءَالِهَةً ۖ إِنِّىٓ أَرَىٰكَ وَقَوْمَكَ فِى ضَلَـٰلٍۢ مُّبِينٍۢ ﴿٧٤﴾

او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې ابراهیم -علیه السلام- خپل مشرک پلار آزر ته وویل: ای زما پلار جانه! آیا ته جوړوې بتانو لره معبودان چې دالله تعالی نه پرته یې بندګي کوې؟ یقینا زه وینم تالره او ستا قوم لره په ښکاره ګمراهۍ کې، او په شک کې دحق دلارې نه، چې تاسو دالله تعالی نه پرته دبل چا بندګۍ کوئ، نو خاص الله تعالی یوازې په حق سره لایق دبندګۍ دی، او دهغه نه پرته نور ټول باطل معبودان دي

وَكَذَٰلِكَ نُرِىٓ إِبْرَٰهِيمَ مَلَكُوتَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَلِيَكُونَ مِنَ ٱلْمُوقِنِينَ ﴿٧٥﴾

او لکه څرنګه چې مو ورته دخپل پلار او دخپل قوم ګمراهي وروښوده همدارنګه ورته بادشاهي داسمانونو او پراخه ځمکې ښایو؛ ددې لپاره چې په دې پراخه بادشاهۍ دالله تعالی په یووالی او دهغه په یواځې دعبادت مستحق ګڼلو دلیل ونیسي؛ او ددې لپاره چې دیقین کوونکو څخه شي په دې خبره چې بیشکه الله تعالی یوازې دی هیڅ شریک ورله نشته، او هغه په هر شي باندې قادر دی

فَلَمَّا جَنَّ عَلَيْهِ ٱلَّيْلُ رَءَا كَوْكَبًۭا ۖ قَالَ هَـٰذَا رَبِّى ۖ فَلَمَّآ أَفَلَ قَالَ لَآ أُحِبُّ ٱلْـَٔافِلِينَ ﴿٧٦﴾

نو هر کله چې په هغه باندې شپه تیاره شوه، یو ستوری یې ولیده، ویې ویل: دا زما رب دی، نو هر کله چې هغه ستوری پټ شو ویې ویل: بیشکه زه نه خوښوم هغه څوک چې پټیږي؛ ځکه چې ریښتونی او په حق سره معبود همیشه حاضر وي نه پټیږي

فَلَمَّا رَءَا ٱلْقَمَرَ بَازِغًۭا قَالَ هَـٰذَا رَبِّى ۖ فَلَمَّآ أَفَلَ قَالَ لَئِن لَّمْ يَهْدِنِى رَبِّى لَأَكُونَنَّ مِنَ ٱلْقَوْمِ ٱلضَّآلِّينَ ﴿٧٧﴾

او هر کله چې یې سپوږمۍ راختونکې ولیدله ویې ویل: دا زما رب دی، هر کله چې پټه شوه ویې ویل: که چیرته ماته زما رب توفیق رانه کړي دهغه دیووالي او یوازې دهغه دعبادت کولو نو خامخا زه به دهغه چا څخه شم چې دحق دین نه لرې وي

فَلَمَّا رَءَا ٱلشَّمْسَ بَازِغَةًۭ قَالَ هَـٰذَا رَبِّى هَـٰذَآ أَكْبَرُ ۖ فَلَمَّآ أَفَلَتْ قَالَ يَـٰقَوْمِ إِنِّى بَرِىٓءٌۭ مِّمَّا تُشْرِكُونَ ﴿٧٨﴾

او هر کله چې یې لمر راختونکی ولیده ویې ویل: دا راختونکی لمر زما رب دی، دا دستوري او سپوږمۍ دواړو نه غټ دی، نو هر کله چې پټ شو ویې ویل: ای زما قومه! بیشکه زه بیزاره یم دهغه څه نه چې تاسو یې دالله تعالی سره شریکوي. مخ ۱۲ له ۲۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

إِنِّى وَجَّهْتُ وَجْهِىَ لِلَّذِى فَطَرَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ حَنِيفًۭا ۖ وَمَآ أَنَا۠ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ ﴿٧٩﴾

بیشکه ما خالص کړی دین خپل هغه ذات ته چې پیداکړی یې دي اسمانونه او زمکه پرته له کوم مخکني مثال نه (په نا اشنا ډول)، مایله یم دشرک نه خالص توحید ته، او زه نه یم دهغو مشرکانو له ډلې نه چې دالله تعالی سره دبل چا بندګي کوي

وَحَآجَّهُۥ قَوْمُهُۥ ۚ قَالَ أَتُحَـٰٓجُّوٓنِّى فِى ٱللَّهِ وَقَدْ هَدَىٰنِ ۚ وَلَآ أَخَافُ مَا تُشْرِكُونَ بِهِۦٓ إِلَّآ أَن يَشَآءَ رَبِّى شَيْـًۭٔا ۗ وَسِعَ رَبِّى كُلَّ شَىْءٍ عِلْمًا ۗ أَفَلَا تَتَذَكَّرُونَ ﴿٨٠﴾

او جګړه وکړه دهغه سره قوم دهغه چې مشرکان وو دالله تعالی په یووالي کې، او هغه یې دخپلو بتانو څخه وویراوه، نو هغه ورته وویل: آیا تاسو ماسره دالله تعالی په توحید او دهغه دیوازې عبادت مستحق ګڼلو کې جګړه کوئ، او حال دا دی چې توفیق راکړی ماته رب زما خپل طرف ته، او زه ستاسو دبتانو څخه نه ویریږم، ځکه چې هغه دضرر ورکولو اختیار نه لري چې ما ته ضرر راورسوي او نه دفایدې ورکولو اختیار لري چې فایده به ماته راکړي مګر که الله تعالی وغواړي، ځکه چې الله تعالی چې څه وغواړي هغه کیدونکي دي، او سره دعلم دالله تعالی نه په هر شي باندې نو په هغه باندې هیڅ شی په زمکه او اسمان کې پټ نه شي پاتې کیدلی، نو آیا تاسو ولې پند نه اخلئ -ای زما قومه- دهغه څه نه چې تاسو پکې یاست دکفر کولو نه په الله تعالی او په هغه باندې دشرک کولو نه نو تاسو به یوازې په هغه ایمان راوړئ

وَكَيْفَ أَخَافُ مَآ أَشْرَكْتُمْ وَلَا تَخَافُونَ أَنَّكُمْ أَشْرَكْتُم بِٱللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِۦ عَلَيْكُمْ سُلْطَـٰنًۭا ۚ فَأَىُّ ٱلْفَرِيقَيْنِ أَحَقُّ بِٱلْأَمْنِ ۖ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿٨١﴾

او څرنګه به زه وویریږم دهغو بوتانو نه چې تاسو یې دالله تعالی نه پرته بندګي کوئ، او حال دا چې تاسو نه ویریږئ ستاسو دشرک کولو نه دالله تعالی سره کله چې تاسو دهغه سره هغه څوک شریکوئ چې هغه پیداکړي- پرته له کوم دلیل نه ستاسو سره - دهغو په بندګۍ؟۱ نو کومه یوه ددوو ډلو نه: دموحدینو ډله او که دمشرکینو ډله ډیره حقداره ده په امن او دعذاب نه په ژغورلو؟ که چیرته تاسو حقداره ډله پیژنئ نو تابعداري یې وکړئ، او حقداره ددې دواړو ډلو نه -بی له شکه- دموحدینو مومنانو ډله ده

ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَلَمْ يَلْبِسُوٓا۟ إِيمَـٰنَهُم بِظُلْمٍ أُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمُ ٱلْأَمْنُ وَهُم مُّهْتَدُونَ ﴿٨٢﴾

هغه کسان چې په الله تعالی یې ایمان راوړی، او دهغه دشرعې تابعداري یې کړې، او خپل ایمان یې په شرک سره ندی ګډوډ کړی، یوازې ددوی لپاره به وي امن او ژغورل دعذاب نه پرته له نورو خلکو، او دوی ته به توفیق ورکړل شوی وي، الله تعالی دوی ته دهدایت لا رې طرف ته توفیق ورکړی

وَتِلْكَ حُجَّتُنَآ ءَاتَيْنَـٰهَآ إِبْرَٰهِيمَ عَلَىٰ قَوْمِهِۦ ۚ نَرْفَعُ دَرَجَـٰتٍۢ مَّن نَّشَآءُ ۗ إِنَّ رَبَّكَ حَكِيمٌ عَلِيمٌۭ ﴿٨٣﴾

او دغه دلیل هغه دالله تعالی دا وینا ده: ﴿فأي الف ريقين أح ق بالأمن ﴾هغه چې ابراهیم -علیه السلام- پرې په خپل قوم غالب شوی وتر دې چې دهغوی دلیل یې مات کړی و، همدغه زمونږ دلیل دی مونږ هغه ته توفیق ورکړی ولپاره ددلیل نیولو دخپل قوم په مقابل کې، او مونږ هغه ته دا ورکړی و، اوچتوو مونږ چا لره چې وغواړو د خپلو بندګانو نه درجې په دنیا او اخرت کې، بیشکه ستا رب چې دی -ای پیغمبره- دحکمت والا دی په خپل پیدایش او چارو کې، پوهه دی په خپلو بندګانو

وَوَهَبْنَا لَهُۥٓ إِسْحَـٰقَ وَيَعْقُوبَ ۚ كُلًّا هَدَيْنَا ۚ وَنُوحًا هَدَيْنَا مِن قَبْلُ ۖ وَمِن ذُرِّيَّتِهِۦ دَاوُۥدَ وَسُلَيْمَـٰنَ وَأَيُّوبَ وَيُوسُفَ وَمُوسَىٰ وَهَـٰرُونَ ۚ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُحْسِنِينَ ﴿٨٤﴾

ى او وربښلی ومونږ ابراهیم -علیه السلام- ته زوی دهغه اسحاق -علیه السلام- او لمسی دهغه یعقوب -علیه السلام، او مونږ دې دواړو ته توفیق ورکړی وسمې لا رې ته، او ددې نه مخکې مو نوح -علیه السلام- ته توفیق ورکړی و، او توفیق مو ورکړی ودحق لا رې ته دنوح -علیه السلام- داولادې نه هر یو داود او دهغه زوی سلیمان -علیهما السلام- ته او موسی او دهغه ورور هارون -علیهما السلام- ته، او ددې بدلې په شان چې مونږ دې پیغمبرانو ته ورکړی وه ددوی په احسان سره بدلې ورکوو مونږ ددې په شان نورو محسنینو ته دهغوی په نیکۍ کولو. مخ ۱۳ له ۲۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ل

وَزَكَرِيَّا وَيَحْيَىٰ وَعِيسَىٰ وَإِلْيَاسَ ۖ كُلٌّۭ مِّنَ ٱلصَّـٰلِحِينَ ﴿٨٥﴾

او توفیق ورکړی ومونږ هر یو ته دزکریا او یحیی او عیسی ابن مریم -علیهم السلام- نه، او هر یو ددې پیغمبرانو نه دنیکانو دډلې څخه وو الله تعالی دوی دپیغمبرۍ لپاره غوره کړي وو. ل

وَإِسْمَـٰعِيلَ وَٱلْيَسَعَ وَيُونُسَ وَلُوطًۭا ۚ وَكُلًّۭا فَضَّلْنَا عَلَى ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٨٦﴾

او همدارنګه مونږ توفیق ورکړی واسماعیل، الیسع، یونس، او لوط -علیهم السلام- ته، او هر یو ددې پیغمبرانو نه او ددوی په سر کې محمد -صلی الله علیه وسلم- دی مونږ غوره کړي وو په ټولو مخلوقاتو

وَمِنْ ءَابَآئِهِمْ وَذُرِّيَّـٰتِهِمْ وَإِخْوَٰنِهِمْ ۖ وَٱجْتَبَيْنَـٰهُمْ وَهَدَيْنَـٰهُمْ إِلَىٰ صِرَٰطٍۢ مُّسْتَقِيمٍۢ ﴿٨٧﴾

او توفیق ورکړی ومونږ ځینو پلارانو ددوی ته او ځینو زامنو ددوی ته او ځینو وروڼو ددوی ته هغه چا ته چې مونږ ورته توفیق ورکول غوښتل، او مونږ دوی غوره کړی وو، او مونږ توفیق ورکړی وو دوی ته دتللو په سمې لا رې چې هغه دتوحید او دالله تعالی دتابعدارۍ لا ر ده

ذَٰلِكَ هُدَى ٱللَّهِ يَهْدِى بِهِۦ مَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦ ۚ وَلَوْ أَشْرَكُوا۟ لَحَبِطَ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿٨٨﴾

دا چې توفیق ورته ورکړی شوی ودا دالله تعالی توفیق و> رسوي دې توفیق ته چا لره چې وغواړي دخپلو بندګانو نه، او که چیرته دوی دالله تعالی سره بل څوک شریک جوړ کړی و، نو خامخا برباد شوی به وعمل ددوی؛ ځکه چې شرک باطلوونکی دی نیک عمل لره

أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ ءَاتَيْنَـٰهُمُ ٱلْكِتَـٰبَ وَٱلْحُكْمَ وَٱلنُّبُوَّةَ ۚ فَإِن يَكْفُرْ بِهَا هَـٰٓؤُلَآءِ فَقَدْ وَكَّلْنَا بِهَا قَوْمًۭا لَّيْسُوا۟ بِهَا بِكَـٰفِرِينَ ﴿٨٩﴾

دغه پیغمبران چې بیان شول، خاص دوی هغه کسان دي چې مونږ ورته کتابونه ورکړي دي، او مونږ ورته پوهه ددین ورکړې، او پیغمبري مو ورته ورکړې، نو که چیرته ستا قوم په هغه څه کفر وکړي چې مونږ ورته ورکړی ددې دریو شیانو نه نو یقینا مونږ تیار کړی دې لره داسې یو قوم چې هیڅکله په دې باندې کفر نه کوي، بلکې هغوی مومنان دي، ټینګ دي په دې دین، او هغه مهاجرین او انصار او هغه کسان دي چې ددوی تابعداري یې کړې په نیکې طریقې سره دقیامت دورځې پورې

أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ هَدَى ٱللَّهُ ۖ فَبِهُدَىٰهُمُ ٱقْتَدِهْ ۗ قُل لَّآ أَسْـَٔلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا ۖ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرَىٰ لِلْعَـٰلَمِينَ ﴿٩٠﴾

دغه پیغمبران، او دهغوی سره چې څوک دهغوی دپلارانو، اولادونو او وروڼو نه ذکر شول، هم دوی خاص دریښتوني هدایت والا دي، نو ته ددوی تابعداري وکړه او ددوی لا ره خپله کړه، او -ای پیغمبره- خپل قوم ته ووایه: زه ستاسو نه ددې قرآن په تبلیغ باندې مزدوري نه غواړم، نو نه دی قرآن کریم مګر پند او نصیحت؛ لپاره د مخلوقاتو دانسانانو او پیریانو نه، ددې لپاره چې په دې باندې نیغې او برابرې لا رې ته ورسیږي

وَمَا قَدَرُوا۟ ٱللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِۦٓ إِذْ قَالُوا۟ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ عَلَىٰ بَشَرٍۢ مِّن شَىْءٍۢ ۗ قُلْ مَنْ أَنزَلَ ٱلْكِتَـٰبَ ٱلَّذِى جَآءَ بِهِۦ مُوسَىٰ نُورًۭا وَهُدًۭى لِّلنَّاسِ ۖ تَجْعَلُونَهُۥ قَرَاطِيسَ تُبْدُونَهَا وَتُخْفُونَ كَثِيرًۭا ۖ وَعُلِّمْتُم مَّا لَمْ تَعْلَمُوٓا۟ أَنتُمْ وَلَآ ءَابَآؤُكُمْ ۖ قُلِ ٱللَّهُ ۖ ثُمَّ ذَرْهُمْ فِى خَوْضِهِمْ يَلْعَبُونَ ﴿٩١﴾

ى او مشرکانو دالله په حقه درناوی ونه کړ کله يې چې دهغه نبي محمد صلی الله عليه وسلم ته وويل: الله پر انسان هيڅ وحي نده نازله کړې، اې رسوله! ورته ووايه: څوک دی چې پر موسی يې تورات نازل کړ چې رڼا، هدایت او خپل قوم ته يې لا رښوونه وه، چې يهود يې په خپلو کتابچو کې ځينې هغه برخې ښکاروي چې د هغوی دنفسي غوښتنو سره سمې دي او هغه پټوي چې ورسره مخالفې دي لکه دمحمد صلی الله عليه وسلم صفت، اې عربو تاسو له قرآن څخه هغه څه زده کړل چې مخکې نه ستاسو زده وو او نه ستاسو دپخوانيو، ورته ووايه! اې رسوله! الله هغه را نازل کړ، بيا هغوی په خپله ناپوهۍ اولا ر ورکۍ کې پرېږده چې ملنډې وهي او مسخرې کوي، تردې چې باور يې راشي. مخ ۱۴ له ۲۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَهَـٰذَا كِتَـٰبٌ أَنزَلْنَـٰهُ مُبَارَكٌۭ مُّصَدِّقُ ٱلَّذِى بَيْنَ يَدَيْهِ وَلِتُنذِرَ أُمَّ ٱلْقُرَىٰ وَمَنْ حَوْلَهَا ۚ وَٱلَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِٱلْـَٔاخِرَةِ يُؤْمِنُونَ بِهِۦ ۖ وَهُمْ عَلَىٰ صَلَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ ﴿٩٢﴾

ى او دغه قرآن هغه کتاب دی چې موږ پر تا نازل کړی اې نبي! او هغه داسې مبارک کتاب دی چې دمخکېنيو اسماني کتابونو رېښتينی بلونکی دی، ترڅو دمکې خلک او دځمکې په ختيځو او لوېديځو برخو کې خلک پرې ووېروې، چې لا ر ومومي او هغه کسان چې دآخرت پر ژوند ايمان لري هغوی پر دغه قرآن هم ايمان لري او پر هغه څه عمل کوي چې پکې دي او دخپلو لمونځونو ساتنه کوي دشريعت له لوري په خپلو ټاکلو وختونو کې دهغو درکنونو، فرضونو او مستحباتو په اداء کولو سره

وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ ٱفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا أَوْ قَالَ أُوحِىَ إِلَىَّ وَلَمْ يُوحَ إِلَيْهِ شَىْءٌۭ وَمَن قَالَ سَأُنزِلُ مِثْلَ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ ۗ وَلَوْ تَرَىٰٓ إِذِ ٱلظَّـٰلِمُونَ فِى غَمَرَٰتِ ٱلْمَوْتِ وَٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ بَاسِطُوٓا۟ أَيْدِيهِمْ أَخْرِجُوٓا۟ أَنفُسَكُمُ ۖ ٱلْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ ٱلْهُونِ بِمَا كُنتُمْ تَقُولُونَ عَلَى ٱللَّهِ غَيْرَ ٱلْحَقِّ وَكُنتُمْ عَنْ ءَايَـٰتِهِۦ تَسْتَكْبِرُونَ ﴿٩٣﴾

نشته هیڅوک ډیر ظلم کوونکی دهغه چا نه چې جوړوي په الله تعالی باندې دروغ داسې چې وایې: بیشکه نه دی رالیږلی الله تعالی په هیڅ یو انسان باندې هیڅ شي دوحې نه، او یا داسې دروغ وایې چې: بیشکه الله تعالی ده ته وحې کړې ده، او په تحقیق سره الله تعالی ده ته هیڅ وحې نه وي کړي، او یا وایې: خامخا زه به نازل کړم دهغه قرآن په شان کوم چې الله تعالی نازل کړی، او که ته ووینې -ای پیغمبره- کله چې به رسیږي دې ظالمانو ته دمرګ سختۍ، او ملایکې اوږدوونکي وي خپلولا سونو لره دوی ته په سزا ورکولو او وهلو سره، دوی ته به درټنې په ډول وایې: خپلې ساګانې راوباسئ چئ مونږ یې درنه واخلو، په دې ورځ کې به رسیږي تاسو ته داسې عذاب چې تاسو به سپکوي او ذلیله کوي به مو په سبب دهغه چې تاسو تړل په الله تعالی باندې ددروغو نه په دعوه دپیغمبرۍ کې او په رالیږلو دوحې کې (په تاسو) او په رالیږلو دوحې دهغې وحې په شان چې کومه الله تعالی رالیږلې، او په سبب دلویې کولو ستاسو دایمان راوړلو نه دهغه په ایتونو، نو که چیرته ته دا حال وویني خامخا ته به ووینې ډیر بد او قبیحه کار لره

وَلَقَدْ جِئْتُمُونَا فُرَٰدَىٰ كَمَا خَلَقْنَـٰكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍۢ وَتَرَكْتُم مَّا خَوَّلْنَـٰكُمْ وَرَآءَ ظُهُورِكُمْ ۖ وَمَا نَرَىٰ مَعَكُمْ شُفَعَآءَكُمُ ٱلَّذِينَ زَعَمْتُمْ أَنَّهُمْ فِيكُمْ شُرَكَـٰٓؤُا۟ ۚ لَقَد تَّقَطَّعَ بَيْنَكُمْ وَضَلَّ عَنكُم مَّا كُنتُمْ تَزْعُمُونَ ﴿٩٤﴾

او دوی ته به وویل شي ددوباره راپاڅیدو (قیامت) په ورځ: او بیشکه تاسو راغلئ مونږ ته په دې ورځ کې یوازې یوازې، نه درسره مال شته او نه درسره مشري شته، لکه څرنګه چې مونږ تاسو اول ځل پیداکړی وئ پښېبله (لوڅې پښې) بربنډ ناسنته شوي،او پریښودل تاسو هغه څه چې مونږ تاسو ته درکړي دنعمتونو نه شاته ستاسو په دنیا کې که ستاسو خوښه وي او که نه وي، او مونږ نه وینو نن ورځ ستاسو سره هغه معبودان ستاسو چې تاسو به دعوه کوله چې دوی به ستاسو لپاره سپارش وکړي، او تاسو دعوه کوله چې یقینا دوی شریکان دي الله تعالی سره په بندګۍ کولو کې، بیشکه ختمه شوه رابطه ستاسو ترمنځ، او ورک شو ستاسو نه هغه چې تاسو یې دعوه کوله او ګمان مو کاوه دهغوی دسپارش نه، او ددې نه چې ګویاکې دوی الله تعالی سره شریکان دي

۞ إِنَّ ٱللَّهَ فَالِقُ ٱلْحَبِّ وَٱلنَّوَىٰ ۖ يُخْرِجُ ٱلْحَىَّ مِنَ ٱلْمَيِّتِ وَمُخْرِجُ ٱلْمَيِّتِ مِنَ ٱلْحَىِّ ۚ ذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ ۖ فَأَنَّىٰ تُؤْفَكُونَ ﴿٩٥﴾

پرته له شکه يوازې الله دی چې دانه چوي او غلې ترې را باسي او زړی (مندکه) چوي؛ نو دخرما، انګور او نورې ونې ترې را باسي، ژوندی له مړي را باسي، ځکه انسان او ټول څاروي له نطفې را باسي او مړی له ژوندي را باسي، ځکه نطفه له انسانه، هګۍ له چرګې را باسي، هغه ذات چې دغه کار کوي، همغه الله دی چې تاسو يې پيداکړي ياست؛ نو اې مشرکانو څنګه له حقه ګرځئ سره له دې چې تاسې دهغه په زړه پورې پيدا کول وينئ

فَالِقُ ٱلْإِصْبَاحِ وَجَعَلَ ٱلَّيْلَ سَكَنًۭا وَٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ حُسْبَانًۭا ۚ ذَٰلِكَ تَقْدِيرُ ٱلْعَزِيزِ ٱلْعَلِيمِ ﴿٩٦﴾

او خاص (الله تعالی) هغه پاک ذات دی چې چووي دسهار رڼا دشپې دتیاروو نه، او خاص (الله تعالی) هغه ذات دی چې ګرځولې یې ده شپه دارام لپاره دخلکو چې په دې کې ارام وکړي دحرکت کولو نه لپاره دلټولو داسباب دزندګۍ، ددې لپاره چې دمه شي دخپل ستړی والي ددوی نه کوم چې دوی ته رسیدلي دي په لټولو داسبابو دزندګۍ کې په ورځ کې، او خاص (الله تعالی) هغه ذات دی چې پیدا کړي یې دي لمر او سپوږمۍ چې ګرځي په خپله مقرره اندازه، دا چې بیان شو دنا اشنا پیدایښت نه دا اندازه دزورور ذات ده هغه چې هیڅوک پرې نشې غالب کیدلی، پوهه دی په خپلو مخلوقاتو او په هغه څه چې دوی ته مناسب وي. مخ ۱۵ له ۲۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَهُوَ ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُمُ ٱلنُّجُومَ لِتَهْتَدُوا۟ بِهَا فِى ظُلُمَـٰتِ ٱلْبَرِّ وَٱلْبَحْرِ ۗ قَدْ فَصَّلْنَا ٱلْـَٔايَـٰتِ لِقَوْمٍۢ يَعْلَمُونَ ﴿٩٧﴾

او خاص (الله تعالی) پاک او لوی ذات دی چې ستاسو لپاره یې پیداکړی دي -ای بنی ادمو- ستورې په اسمان کې ددې لپاره چې تاسو په دې باندې لا ره پیدا کړه ستاسو په سفرونو کې کله چې تاسو باندې لا ره ګډه وډه شي په وچه او دریاب کې، بیشکه مونږ ښه واضح کړي دي دلیلونه او معجزې دلالت کوونکي زمونږ په قدرت باندې، دهغه قوم لپاره چې سوچ وکړي په دغو ایتونو او معجزو کې نو فایده ترېرواخلي

وَهُوَ ٱلَّذِىٓ أَنشَأَكُم مِّن نَّفْسٍۢ وَٰحِدَةٍۢ فَمُسْتَقَرٌّۭ وَمُسْتَوْدَعٌۭ ۗ قَدْ فَصَّلْنَا ٱلْـَٔايَـٰتِ لِقَوْمٍۢ يَفْقَهُونَ ﴿٩٨﴾

او خاص (الله تعالی) پاک او لوی ذات دی چې پيدا کړي یاست تاسو دیو تن نه چې هغه ستاسو پلار ادم -علیه السلام- وو، نو بیشکه (الله تعالی) ستاسو پیدایښت شروع کړی دی په پیداکولو دپلار ستاسې دخټې نه، بیا یې تاسو دهغه نه پیداکړي یاست، او پیدا کړی یې دی ستاسو لپاره هغه ځای چې تاسو پکې قرار لرئ، لکه ستاسو دمیندو بچي دانې، او ځای دامانت چې تاسو پکې امانت کیښودل کیږئ، لکه ستاسو دپلرونو شاګانې، بیشکه مونږ ښه واضح کړي آیتونه هغه قوم ته چې پوهیږي دالله تعالی په خبرو. ب

وَهُوَ ٱلَّذِىٓ أَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءًۭ فَأَخْرَجْنَا بِهِۦ نَبَاتَ كُلِّ شَىْءٍۢ فَأَخْرَجْنَا مِنْهُ خَضِرًۭا نُّخْرِجُ مِنْهُ حَبًّۭا مُّتَرَاكِبًۭا وَمِنَ ٱلنَّخْلِ مِن طَلْعِهَا قِنْوَانٌۭ دَانِيَةٌۭ وَجَنَّـٰتٍۢ مِّنْ أَعْنَابٍۢ وَٱلزَّيْتُونَ وَٱلرُّمَّانَ مُشْتَبِهًۭا وَغَيْرَ مُتَشَـٰبِهٍ ۗ ٱنظُرُوٓا۟ إِلَىٰ ثَمَرِهِۦٓ إِذَآ أَثْمَرَ وَيَنْعِهِۦٓ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكُمْ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّقَوْمٍۢ يُؤْمِنُونَ ﴿٩٩﴾

او خاص (الله تعالی) پاک او لوی ذات دی هغه چې رالیږلی یې دي داسمان دطرف نه اوبه چې هغه دباران اوبه دي، نو مونږ را زرغون کړي په دې سره هر قسم د بوټو نه، نو مونږ را ایستلی دبوټو نه نیالګي او شنې ونې، راوباسو مونږ ددې نه دانې داسې چې سورې وي بعضو ددوی نه په بعضو نورو لکه څرنګه چې په وږو کې وي، او دکجورو دکڅوړو نه راوځې غونچکونه چې نیزدې وي وررسیږي هغه ته ولاړ او ناست، او را ایستلي مونږ باغونه دانګورو، او را ایستلي مونږ خونه او انار لره یوشان په پاڼو کې، او مختلف دي میوې ددې دواړو، وګورئ -ای خلکو- میوو ددې ته اول چې کله راښکاره شي، او ورته وګورئ کله چې پخې شي، یقینا په دغو کې -ای خلکو- ستاسو لپاره ښکاره دلیلونه دي دالله تعالی په قدرت باندې دهغه لپاره چې په الله تعالی ایمان لري، نو خاص هم دوی هغه کسان دي چې ددې دلیلونو او معجزو نه فایده اخلي

وَجَعَلُوا۟ لِلَّهِ شُرَكَآءَ ٱلْجِنَّ وَخَلَقَهُمْ ۖ وَخَرَقُوا۟ لَهُۥ بَنِينَ وَبَنَـٰتٍۭ بِغَيْرِ عِلْمٍۢ ۚ سُبْحَـٰنَهُۥ وَتَعَـٰلَىٰ عَمَّا يَصِفُونَ ﴿١٠٠﴾

او مشرکانو پېریان له الله سره په عبادت کې شريک کړل، کله يې چې دا باور وکړ چې هغوی ګټه او زيان رسوي، حال دا چې الله هغوی پيداکړي او له هغه پرته بل چا نه دي پيداکړي؛ نو هغه ډېر ددې وړ دی چې عبادت يې وشي، هغوی دالله لپاره داسې زامن ونيول لکه يهودو چې عزير او نصاراو چې عيسی وګرځولو او لوڼې يې ورته وګرځولې لکه مشرکانو چې پرېښتې وګرځولې، هغه پاک او سپېڅلی دی له هغه څه چې اهل باطل يې ورته بيانوي

بَدِيعُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۖ أَنَّىٰ يَكُونُ لَهُۥ وَلَدٌۭ وَلَمْ تَكُن لَّهُۥ صَـٰحِبَةٌۭ ۖ وَخَلَقَ كُلَّ شَىْءٍۢ ۖ وَهُوَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌۭ ﴿١٠١﴾

او خاص هغه الله تعالی پیدا کوونکی داسمانونو او پیداکوونکی دځمکې دی پغیر دمخکني مثال نه (په نا اشنا ډول)، څرنګه به هغه لره زوی وي او دهغه ښځه نشته؟! او حال دا چې هغه هر شی پيدا کړی دی، او هغه په هر شي باندې پوهه دی، هیڅ شی په هغه باندې پټ نشي پاتی کیدلی

ذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبُّكُمْ ۖ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ خَـٰلِقُ كُلِّ شَىْءٍۢ فَٱعْبُدُوهُ ۚ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ وَكِيلٌۭ ﴿١٠٢﴾

همدغه -ای خلکو- چې دا صفات یې دي ستاسو رب (پالونکی) دی، نو ستاسو بل څوک رب (پالونکی) نشته پغیر له هغه نه، او نشته څوک په ریښتیا سره حقدار د بندګۍ پغیر له هغه نه، او هغه پیداکوونکی دهر شي دی، نو خاص دهغه بندګي وکړئ، نو یوازې هماغه مستحق دبندګۍ دی، او هغه په هر شي باندې ساتونکی دی. مخ ۱۶ له ۲۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

لَّا تُدْرِكُهُ ٱلْأَبْصَـٰرُ وَهُوَ يُدْرِكُ ٱلْأَبْصَـٰرَ ۖ وَهُوَ ٱللَّطِيفُ ٱلْخَبِيرُ ﴿١٠٣﴾

نشي راګیرولی هغه لره (سترګې) نظرونه، او هغه پاک ذات راګیروي (سترګې) نظرونو لره، او هغه نرمي کوونکی دی خپلو نیکانو بندګانو سره، خبردار دی په هغوی

قَدْ جَآءَكُم بَصَآئِرُ مِن رَّبِّكُمْ ۖ فَمَنْ أَبْصَرَ فَلِنَفْسِهِۦ ۖ وَمَنْ عَمِىَ فَعَلَيْهَا ۚ وَمَآ أَنَا۠ عَلَيْكُم بِحَفِيظٍۢ ﴿١٠٤﴾

بیشکه راغلي تاسو ته -ای خلکو- دلیلونه ښکاره او قاطع دلیلونه دطرفه درب ستاسو نه، نو چا چې پرې ځان پوه کړ او غاړه یې ورته کیښوده نو دهغه دغه فایده دده دځان لپاره ده، او چا چې دهغه نه ځان ړوند کړ، او ځان یې پرې پوه نه کړ، او غاړه یې ورته کې نه ښوده، نو ددغه ضرر خاص ده ته رسیږي، او زه په تاسو باندې څوکۍ کوونکی نه یم، چې ستاسو اعمال حسابوم، بلکې زه دخپل رب له طرف نه پیغمبر یم، او هغه په تاسو څوکۍ کوونکی دی

وَكَذَٰلِكَ نُصَرِّفُ ٱلْـَٔايَـٰتِ وَلِيَقُولُوا۟ دَرَسْتَ وَلِنُبَيِّنَهُۥ لِقَوْمٍۢ يَعْلَمُونَ ﴿١٠٥﴾

او لکه څرنګه چې مونږ بدل کړل دلیلونه او معجزې دالله تعالی په قدرت باندې همدارنګه مونږ بدلوو خپل ایتونه په وعدو، ویره ورکولو او نصیحت کولو کې، او خامخا وبه وایې مشرکان: دا وحی نده، بلکې تا خو دا داهل کتابو نه لوستلی کوم چې مخکې ستا نه وو. او ددې لپاره چې مونږ بیان کړو حق خلکو ته په بیلا بیل ډول وړاندې کولو سره دې ایتونو لره مومنانو ته دمحمد -صلی الله علیه وسلم- دامت نه، نو ځکه چې هغوی هغه خلک دي چې حق قبلوي، او دحق تابعداري کوي

ٱتَّبِعْ مَآ أُوحِىَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ ۖ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ وَأَعْرِضْ عَنِ ٱلْمُشْرِكِينَ ﴿١٠٦﴾

تابعداري وکړه -ای پیغمبره- دهغه څه چې تا ته یې ستا رب وحی کوي دحق نه، نو هغه پاک ذات دی نشته څوک لایق دعبادت په حقه سره پغیر له هغه نه، او ته خپل زړه په کافرانو او دهغوی په حسد او ضد باندې مه مشغولوه، ځکه چې دهغوی کار دالله تعالی سره دی

وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ مَآ أَشْرَكُوا۟ ۗ وَمَا جَعَلْنَـٰكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًۭا ۖ وَمَآ أَنتَ عَلَيْهِم بِوَكِيلٍۢ ﴿١٠٧﴾

او که چیرته الله تعالی غوښتلي وچې هیڅ څوک دي دهغه سره شرک ونه کړي نو هیچا به ورسره هم شرک نه وکړی، او -ای پیغمبره- مونږ ته په هغوی باندې څوکۍ کوونکی (ذمه وار) نه یې ګرځولی چې دهغوی عملونه حسابوې، او دهغوی کار ساز هم نه یې، بلکې ته یو پیغمبر یې، او په تاباندې نشته مګر رسول (د حق)

وَلَا تَسُبُّوا۟ ٱلَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ فَيَسُبُّوا۟ ٱللَّهَ عَدْوًۢا بِغَيْرِ عِلْمٍۢ ۗ كَذَٰلِكَ زَيَّنَّا لِكُلِّ أُمَّةٍ عَمَلَهُمْ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّهِم مَّرْجِعُهُمْ فَيُنَبِّئُهُم بِمَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿١٠٨﴾

مرجعهم فينبئهم بما كانوا يعملون او تاسو کنځل مه کوئ -ای مومنانو- هغو بتانو ته چې مشرکان یې له الله تعالی سره بندګي کوي، او اګر که دا ډیر سپک او دکنځلو مستحق دي؛ هسې نه چې مشرکان الله تعالی ته کنځل ونه کړي او دهغه سپکاوی ونه کړي، دناپوهۍ له وجې نه دهغه په شان باندې، او لکه څرنګه چې ښایسته شوی دوی لره هغه ګمراهي چې دوی پکې دي همدغه شان مونږ ښایسته کړي هر امت ته دهغوی عملونه، که خیر وي او که شر وي، نو هغوی راتګ کړی هغه ته چې مونږ ورته ښایسته کړی د دې نه، بیا ددوی رب ته ددوی ورګرځیدل دي دقیامت په ورځ، نو خبر به ورکړي دوی ته په هغو عملونو چې دوی په دنیا کې کول، او په هغه به ورته بدلې هم ورکړي

وَأَقْسَمُوا۟ بِٱللَّهِ جَهْدَ أَيْمَـٰنِهِمْ لَئِن جَآءَتْهُمْ ءَايَةٌۭ لَّيُؤْمِنُنَّ بِهَا ۚ قُلْ إِنَّمَا ٱلْـَٔايَـٰتُ عِندَ ٱللَّهِ ۖ وَمَا يُشْعِرُكُمْ أَنَّهَآ إِذَا جَآءَتْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿١٠٩﴾

او قسم کړی مشرکانو په الله تعالی باندې مضبوط قسمونه ددوی چې دوی یې کولی شي: که چیرته دوی ته محمد - صلی الله علیه وسلم - یوه دهغو نښو (معجزاتو) رواړي چې دوی یې غوښتنه کړې نو خامخا به پرې ایمان رواړي، ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: دمعجزو واک زما سره نشته چې زه یې په تاسو نازلې کړم، بلکې دهغو واک دالله تعالی سره دی رالیږی یې کله چې یې وغواړي، او څه شي خبر درکړی تاسو ته -ای مومنانو- دا معجزې چې کله راشي برابر ددوی دغوښتنو سره نو دوی پرې ایمان نه راوړي؟ بلکې دوی په خپل حسد او انکار کلک پاتي کیږي؛ ځکه چې دوی هدایت نه غواړي. مخ ۱۷ له ۲۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَنُقَلِّبُ أَفْـِٔدَتَهُمْ وَأَبْصَـٰرَهُمْ كَمَا لَمْ يُؤْمِنُوا۟ بِهِۦٓ أَوَّلَ مَرَّةٍۢ وَنَذَرُهُمْ فِى طُغْيَـٰنِهِمْ يَعْمَهُونَ ﴿١١٠﴾

او مونږ اړوو راړوو زړونه ددوی او نظرونه ددوی په حایل واقع کیدلو سره ددوی او دهدایت موندلو ترمنځ دحق لا رې ته، لکه څرنګه چې مونږ حایل واقع شوي وو د دوی او دایمان راوړلو ترمنځ په قران کریم باندې اول ځل ددوی دعناد او ضد دوجې نه، او مونږ پریږدو دوی لره ددوی په ګمراهۍ او سرکشۍ کې دخپل رب مقابل کې حیران (سرګردان) او ګډوډ به وي

۞ وَلَوْ أَنَّنَا نَزَّلْنَآ إِلَيْهِمُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةَ وَكَلَّمَهُمُ ٱلْمَوْتَىٰ وَحَشَرْنَا عَلَيْهِمْ كُلَّ شَىْءٍۢ قُبُلًۭا مَّا كَانُوا۟ لِيُؤْمِنُوٓا۟ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ يَجْهَلُونَ ﴿١١١﴾

ولكن أ ك ثرهم يجهلون او که چیرته مونږ قبوله کړو ددوی غوښتنه په راوړلو دهغو معجزو چې دوی یې غوښتنه او وړاندیز کړی، نو راولیږو په دوی باندې ملایکې او دوی یې په خپلو سترګو وویني، او مړي هم ددوی سره خبرې وکړي، او دوی ته خبر ورکړي په ریښتنولۍ دهغه څه چې تا پرې راتګ کړی، او مونږ راجمع کړو دوی ته هر یو شی دهغه نه چې دوی غوښتلی په داسې حال کې چې دوی ورسره مخامخ شي؛ نه دي دوی چې ایمان راوړي په هغه څه چې تا پرې راتګ کړی، مګر هغه څوک چې الله تعالی ورته دهدایت اراده وکړي ددوی څخه، خو لیکن ډیری ددوی څخه په دې نه پوهیږي، نو پس دوی الله تعالی ته عاجزي نه کوي او نه ورته ورګرځي چې دوی ته د هدایت توفیق وکړي. و

وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِىٍّ عَدُوًّۭا شَيَـٰطِينَ ٱلْإِنسِ وَٱلْجِنِّ يُوحِى بَعْضُهُمْ إِلَىٰ بَعْضٍۢ زُخْرُفَ ٱلْقَوْلِ غُرُورًۭا ۚ وَلَوْ شَآءَ رَبُّكَ مَا فَعَلُوهُ ۖ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُونَ ﴿١١٢﴾

او لکه څرنګه چې ته ازمایلی یې مونږ په دښمنۍ ددې مشرکانو ستا سره همداسې مونږ ازمایلی وهر پیغمیر ستا نه مخکې، نو مونږ ګرځولي وو هر یو ته ددوی نه دښمنان دسرکښو انسانانو نه، او دښمنان دسرکښو پیریانو نه، وسوسي کوي ځیني ددوی نه ځینو نورو ته نو ښایسته کوي دوی ته باطل ددې لپاره چې دوی دوکه کړي، او که چیرته الله تعالی غوښتلي وی چې دوی دا کار ونه کړي نو هیڅکله به یې هم نه وکړی، لیکن الله تعالی دا وغوښتل ددوی لپاره دامتحان او ازمایښت په ډول، نو پریږده دوی لره او هغه څه لره چې دوی یې کوي دکفر او باطل نه، او ددوی هیڅ پروا مه کوه

وَلِتَصْغَىٰٓ إِلَيْهِ أَفْـِٔدَةُ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِٱلْـَٔاخِرَةِ وَلِيَرْضَوْهُ وَلِيَقْتَرِفُوا۟ مَا هُم مُّقْتَرِفُونَ ﴿١١٣﴾

او ددې لپاره چې کاږه شي هغه څه ته چې وسوسه پرې اچوي بعضې ددوی بعضو نورو ته، زړونه دهغو کسانو چې ایمان نه راوړي په اخرت باندې، او ددې لپاره چې دا دخپلو ځانونو لپاره قبول کړي، او دهغو لپاره یې خوښ کړي، او ددې لپاره چې دوی وکړي هغه ګناهونه او نافرمانیاني چې دوی کولی

أَفَغَيْرَ ٱللَّهِ أَبْتَغِى حَكَمًۭا وَهُوَ ٱلَّذِىٓ أَنزَلَ إِلَيْكُمُ ٱلْكِتَـٰبَ مُفَصَّلًۭا ۚ وَٱلَّذِينَ ءَاتَيْنَـٰهُمُ ٱلْكِتَـٰبَ يَعْلَمُونَ أَنَّهُۥ مُنَزَّلٌۭ مِّن رَّبِّكَ بِٱلْحَقِّ ۖ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلْمُمْتَرِينَ ﴿١١٤﴾

ته ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکانو ته هغوی چې دالله تعالی سره دبل چا بندګي کوي: آیا دا خبره عقل مني چې زه دې قبول کړم پرته له الله تعالی نه بل څوک فیصله کوونکی زما او ستاسې تر منځ؟ نو پس خاص الله تعالی هغه ذات دی چې رالیږلی یې دی په تاسو باندې قران کریم بیانوونکی؛ راږیرونکی دهر یو شي، او یهودیان هغوی چې تورات مو ورته ورکړی، او نصارا هغوی چې انجیل مو ورته ورکړی، پوهیږي په دې خبره چې بیشکه قران کریم رانازل شوی دی په تا باندې مشتمل دی په حق باندې، دهغه دلیل له وجې چې دوی په خپلو دواړو کتابونو کې پدې خبره باندې موندلی و، نو دهغه وحیې په اړه چې مونږ تاته رالیږلې ده له شک کوونکو څخه مه جوړیږه

وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًۭا وَعَدْلًۭا ۚ لَّا مُبَدِّلَ لِكَلِمَـٰتِهِۦ ۚ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ ﴿١١٥﴾

او رسیدلی دی قران کریم انتها دریښتیاو ته په وینا او خبرونو کې، نشته څوک بدلوونکی دهغه کلمو لره، او خاص الله تعالی اوریدونکی دی دخپلو بندګانو ویناګانو لره، پوهه دی په هغې، نو په هغه باندې هیڅ شی دهغې نه پټ نشې پاتی کیدلی، او خامخا سزا به ورکړي هغه چاته چې دهغه دکلماتو دبدلولو کوشش کوي. مخ ۱۸ له ۲۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَإِن تُطِعْ أَكْثَرَ مَن فِى ٱلْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ ۚ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا ٱلظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ ﴿١١٦﴾

او بالفرض که چیرته ته تابعداري وکړي -ای پیغمبره- دټولو هغو چې په ځمکه کې دي دخلکو نه؛ نو وابه ړوي تالره دالله تعالی ددین نه، نو یقینا دالله تعالی طریقه دا ده چې حق دلږ خلکو سره وي، نو ډیری دخلکو تابعداري نه کوي مګر دګمانونو چې هیڅ دلیل پرې نه وي، ځکه چې دوی دا ګمان کوي چې ددوی معبودان دوی الله تعالی ته نزدې کوي، او دوی په دې کې دروغجن دي

إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ مَن يَضِلُّ عَن سَبِيلِهِۦ ۖ وَهُوَ أَعْلَمُ بِٱلْمُهْتَدِينَ ﴿١١٧﴾

یقینا ستا رب -ای پیغمبره- ښه پوهه دی په هغه چا چې دهغه دلارې نه اوړي دخلکو نه، او هغه ښه پوهه دی په هغه چا چې رسیدونکی دی دالله تعالی لا رې ته، په هغه باندې ددغه نه هیڅ شی پټ نشي پاتې کیدلی

فَكُلُوا۟ مِمَّا ذُكِرَ ٱسْمُ ٱللَّهِ عَلَيْهِ إِن كُنتُم بِـَٔايَـٰتِهِۦ مُؤْمِنِينَ ﴿١١٨﴾

نو خورئ تاسو -ای خلکو- دهغه څه نه چې دالله تعالی نوم پرې یاد شوی وي دحلالولو (ذبحې) په وخت کې، که چیرته تاسو ریښتیا مومنان یاست دهغه په ښکاره دلیلونو

وَمَا لَكُمْ أَلَّا تَأْكُلُوا۟ مِمَّا ذُكِرَ ٱسْمُ ٱللَّهِ عَلَيْهِ وَقَدْ فَصَّلَ لَكُم مَّا حَرَّمَ عَلَيْكُمْ إِلَّا مَا ٱضْطُرِرْتُمْ إِلَيْهِ ۗ وَإِنَّ كَثِيرًۭا لَّيُضِلُّونَ بِأَهْوَآئِهِم بِغَيْرِ عِلْمٍ ۗ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِٱلْمُعْتَدِينَ ﴿١١٩﴾

څه شی منع کوي تاسو لره -ای مومنانو- ددې نه چې تاسو خوراک وکړئ دهغې مذبوحې نه چې دالله تعالی نوم پرې یاد شوی وي، او بیشکه الله تعالی تاسو ته بیان کړي هغه څه چې په تاسو یې حرام کړي، نو په تاسو یې پريښودل فرض دي، مګر که تاسو هغه ته دضرورت په وجه محتاج شئ، نو ضرورت چې دی ممنوع شیان روا کوي، او یقینا ډیر دمشرکینو نه خامخا لرې کوي خپل تابعدار دحق نه دهغوی دفاسدو نظرونو په سبب دناپوهۍ له وجې نه، ځکه چې دوی روا کوي هغه څه چې الله تعالی په دوی باندې حرام کړی دمردارې او نورو نه، او حراموي هغه څه چې دوی ته الله تعالی روا کړي دبحیرې (هغه اوښه چې غوږونه ورله پرې کوي کله چې معلوم تعداد بچې وزیږوي)، او وصیله (هغه اوښه چې کله پرلپسې دوه ښځینه بچي راوړي)، او حامې (هغه اوښ دی چې کله دهغه دشا نه معلوم تعداد اوښان پیداشي) او داسې نور، بیشکه رب ستا -ای پیغمبره- هغه ډیر پوهه دی په تیری کوونکی باندې دهغه دپولو نه، او خامخا به ورله ددوی دتیري کولو په وجه سزا ورکړي

وَذَرُوا۟ ظَـٰهِرَ ٱلْإِثْمِ وَبَاطِنَهُۥٓ ۚ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَكْسِبُونَ ٱلْإِثْمَ سَيُجْزَوْنَ بِمَا كَانُوا۟ يَقْتَرِفُونَ ﴿١٢٠﴾

او پریږدئ -ای خلکو- کول دګناه په ښکاره او په پټه، بیشکه هغه کسان چې کوي ګناهونو لره په پټه او یا ښکاره، خامخا الله تعالی به ورله بدله ورکړي په سبب دهغو ګناهونو چې دوی کړي

وَلَا تَأْكُلُوا۟ مِمَّا لَمْ يُذْكَرِ ٱسْمُ ٱللَّهِ عَلَيْهِ وَإِنَّهُۥ لَفِسْقٌۭ ۗ وَإِنَّ ٱلشَّيَـٰطِينَ لَيُوحُونَ إِلَىٰٓ أَوْلِيَآئِهِمْ لِيُجَـٰدِلُوكُمْ ۖ وَإِنْ أَطَعْتُمُوهُمْ إِنَّكُمْ لَمُشْرِكُونَ ﴿١٢١﴾

أ طعتموهم إ نكم لمشركون او مه خورئ -ای مسلمانانو- دهغه څه نه چې نه وي یاد شوی نوم دالله تعالی په هغه باندې، برابره خبره ده که دبل چا نوم پرې یاد شوی وي یا نه وي یاد شوي، او یقینا ددې نه خوراک کول خامخا وتل دي دالله تعالی له تابعدارۍ نه دهغه نافرمانۍ ته، او بیشکه شیطانان خامخا وسوسې کوي خپلو دوستانو ته په اچولو دشبهاتو د دې لپاره چې ستاسو سره جګړه وکړي په خوړلو دمردارې کې، او که چیرته تاسو دهغوی خبره ومنله -ای مسلمانانو- په هغو شبهاتو کې چې هغوی یې اچوي -لپاره د حلالوالي دمردارې- نو شئ به تاسو او هغوی برابر په شرک کې. مخ ۱۹ له ۲۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

أَوَمَن كَانَ مَيْتًۭا فَأَحْيَيْنَـٰهُ وَجَعَلْنَا لَهُۥ نُورًۭا يَمْشِى بِهِۦ فِى ٱلنَّاسِ كَمَن مَّثَلُهُۥ فِى ٱلظُّلُمَـٰتِ لَيْسَ بِخَارِجٍۢ مِّنْهَا ۚ كَذَٰلِكَ زُيِّنَ لِلْكَـٰفِرِينَ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿١٢٢﴾

كذلك زين للكفرين ما كانوا يعملون او ایا برابر دی هغه څوک چې هغه مړ ومخکې دالله تعالی دهدایت نه هغه ته-د هغه کفر او ناپوهۍ او ګناهونو له وجې چې دا پکې و- نو مونږ راژوندی کړ ده لره په هدایت کولو سره ایمان او علم او طاعت ته -: دهغه چا سره چې هغه دکفر او جهل او ګناهونو په تیارو کې وي دهغو نه نشي راوتلی، په تحقیق سره ګډې وډې شوې وې په هغه باندې لا رې، او لوې لا رې په هغه باندې تیاره شوې وې؟! لکه څرنګه چې ښایسته شوي دې مشرکینو ته هغه شرک او دمردارې خوړل او په باطل باندې جګړه کول چې دوی پکې دي؛ همدا رنګه ښایسته شوي کافرانو ته هغه ګناهونه چې دوی کول عاقبت دا دی چې دوی ته به بدله ورکړی شي په دې کارونو باندې دقیامت په ورځ په دردناک عذاب سره

وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَا فِى كُلِّ قَرْيَةٍ أَكَـٰبِرَ مُجْرِمِيهَا لِيَمْكُرُوا۟ فِيهَا ۖ وَمَا يَمْكُرُونَ إِلَّا بِأَنفُسِهِمْ وَمَا يَشْعُرُونَ ﴿١٢٣﴾

او لکه څرنګه چې دمشرکینو سردارانو په مکه کې خلک دالله دلارې څخه بند کړي و، همدغه شان مونږ په هر یو کلي کې مشران او غټ خلک پيدا کړي چې کوي خپل چلونه کوي دخلکو په رابللو سره دشیطان لا رې ته او په جګړه کولو دپیغمبرانو او دهغوی دتابعدارنو سره، حال دا دی چې ددوی چل او دوکه ددوی په خپلو ځانونو باندې راګرځي، لیکن دوی په دې نه پوهیږي ددوی دناپوهۍ او دخواهشاتو دتابعدارۍ له وجې نه

وَإِذَا جَآءَتْهُمْ ءَايَةٌۭ قَالُوا۟ لَن نُّؤْمِنَ حَتَّىٰ نُؤْتَىٰ مِثْلَ مَآ أُوتِىَ رُسُلُ ٱللَّهِ ۘ ٱللَّهُ أَعْلَمُ حَيْثُ يَجْعَلُ رِسَالَتَهُۥ ۗ سَيُصِيبُ ٱلَّذِينَ أَجْرَمُوا۟ صَغَارٌ عِندَ ٱللَّهِ وَعَذَابٌۭ شَدِيدٌۢ بِمَا كَانُوا۟ يَمْكُرُونَ ﴿١٢٤﴾

او کله چې راشي دکافرانو مشرانو ته یوه معجزه دهغو معجزو نه چې الله تعالی یې په خپلو بندګانو رالیږي، دوی وایې: مونږ ایمان نه راړو تر هغه چې راکړي مونږ ته الله تعالی په شان دهغه چې ورکړی یې دی پیغمبرانو ته دپیغمبرۍ او رسالت نه، نو الله تعالی په هغوی باندې رد وکړ، چې بیشکه هغه ښه پوهه دی په هغه چا چې د هغه دپیغمبرۍ لایق وي او دهغې دادا کولو وړ وي، نو ځانګړی کوي یې په پیغمبرۍ او رسالت سره. خامخا وبه رسیږي دې سرکښانو ته خواري او سپکوالی دوجې د لویي کولو ددوی دحق نه، او سخت عذاب به ورته ورسیږي ددوی دچلونو او دوکو له وجې نه

فَمَن يُرِدِ ٱللَّهُ أَن يَهْدِيَهُۥ يَشْرَحْ صَدْرَهُۥ لِلْإِسْلَـٰمِ ۖ وَمَن يُرِدْ أَن يُضِلَّهُۥ يَجْعَلْ صَدْرَهُۥ ضَيِّقًا حَرَجًۭا كَأَنَّمَا يَصَّعَّدُ فِى ٱلسَّمَآءِ ۚ كَذَٰلِكَ يَجْعَلُ ٱللَّهُ ٱلرِّجْسَ عَلَى ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿١٢٥﴾

ه نو پس الله تعالی چې چاته اراده وکړي چې توفیق ورکړي دهدایت لا رې ته نو دهغه سینه پراخه کړي او داسلام قبلولو ته یې اماده کړي، او چاته چې وغواړي چې ذلیل یې کړي او دهدایت توفیق ورنه کړي نو دهغه سینه تنګه کړي دمنلو دحق نه، لکه څرنګه چې ده بند کړی دی حق لدې څخه چې دده زړه ته لا ر ومومي پداسې ډول یې بند کړی لکه څرنګه چې دی پخپله اسمان ته له ختلو څخه عاجز دی، او لکه څرنګه الله تعالی دګمراه حال داسې تنګ ګرځولی همداسې به عذاب هغه چاته ورکړي چې په الله تعالی ایمان نه راوړي

وَهَـٰذَا صِرَٰطُ رَبِّكَ مُسْتَقِيمًۭا ۗ قَدْ فَصَّلْنَا ٱلْـَٔايَـٰتِ لِقَوْمٍۢ يَذَّكَّرُونَ ﴿١٢٦﴾

او دا دین کوم چې مونږ تاته درکړی دی -ای پیغمبره- دا دالله تعالی نیغه لا ره ده چې هیڅ کوږوالی پکې نشته، په تحقیق سره مونږ بیان کړي آیتونه هغه چاته چې هغه لره عقل او پوهه وي او په دې سره درک کوي؛ هغه لره دالله تعالی له طرفه

۞ لَهُمْ دَارُ ٱلسَّلَـٰمِ عِندَ رَبِّهِمْ ۖ وَهُوَ وَلِيُّهُم بِمَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿١٢٧﴾

ددوی لپاره داسې کور دی چې دوی به پکې دهر قسم تکلیف نه په امان وي او هغه جنت دی، او الله تعالی ددوی مددګار دی دا بدله ده دوی لره په سبب دهغو نیکو عملونو چې دوی کول. مخ ۲۰ له ۲۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ جَمِيعًۭا يَـٰمَعْشَرَ ٱلْجِنِّ قَدِ ٱسْتَكْثَرْتُم مِّنَ ٱلْإِنسِ ۖ وَقَالَ أَوْلِيَآؤُهُم مِّنَ ٱلْإِنسِ رَبَّنَا ٱسْتَمْتَعَ بَعْضُنَا بِبَعْضٍۢ وَبَلَغْنَآ أَجَلَنَا ٱلَّذِىٓ أَجَّلْتَ لَنَا ۚ قَالَ ٱلنَّارُ مَثْوَىٰكُمْ خَـٰلِدِينَ فِيهَآ إِلَّا مَا شَآءَ ٱللَّهُ ۗ إِنَّ رَبَّكَ حَكِيمٌ عَلِيمٌۭ ﴿١٢٨﴾

او یاد کړه -ای پیغمبره- په کومه ورځ چې به الله تعالی راجمع کړي دوه وزن داره شیان دپیریانو او انسانانو نه، بیا به الله تعالی وفرمایې: ای دپیریانو ډلې، یقینا تاسو ډیر خلک ګمراه کړي واو دالله تعالی له لا رې نه مو بند کړي و، او ددوی تابعداران به خپل رب ته په جواب کې ووایې: ای زمونږه ربه! فایدې اخیستلې وي هر یو زمونږ نه په خپل ملګري، نو پیرې فایده اخیستې وه دانسان نه دهغه دتابعدارۍ په وجه، او انسان فایده اخیستلې وه په حاصلولو دخپلو شهوتونو، او بیشکه مونږ راورسیدلو هغه نېټې ته چې تا مونږ لره مقرر کړې وه، نو دا ورځ دقیامت ده، الله تعالی به وفرمایې: دجهنم اور ستاسو داوسیدو ځای دی چې تل به پکې یاست مګر چې الله تعالی وغواړي په اندازه دهغې زمانې چې دوی پکې دقبرونو نه راپاڅیږي تر ورتللو ددوی جهنم ته، نو دا هغه زمانه ده چې الله تعالی مستثنی کړې ددوی دهمیشوالی نه په اور کې، بیشکه رب ستا -ای پیغمبره- دحکمت والا دی په خپله اندازه او تدبیر کې، پوهه دی په خپلو بندګانو، او په هغه چا چې په دوی کې دعذاب مستحق وي

وَكَذَٰلِكَ نُوَلِّى بَعْضَ ٱلظَّـٰلِمِينَ بَعْضًۢا بِمَا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ ﴿١٢٩﴾

او څرنګه چې مونږ دوستان ګرځولي وو سرکښه دپیریانو نه، او مسلط کړي مو وو په بعضو خلکو ددې لپاره چې ګمراه یې کړي، (همدارنګه) دوست جوړوو هر یو ظالم بل ظالم لره چې تیزي ورکوي په شر باندې، او لرې کوي یې دخیر نه، او دهغه نه یې بې رغبته کوي؛ دا بدله ده ددوی لپاره دهغو ګناهونو په وجه چې دوی کولې

يَـٰمَعْشَرَ ٱلْجِنِّ وَٱلْإِنسِ أَلَمْ يَأْتِكُمْ رُسُلٌۭ مِّنكُمْ يَقُصُّونَ عَلَيْكُمْ ءَايَـٰتِى وَيُنذِرُونَكُمْ لِقَآءَ يَوْمِكُمْ هَـٰذَا ۚ قَالُوا۟ شَهِدْنَا عَلَىٰٓ أَنفُسِنَا ۖ وَغَرَّتْهُمُ ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَا وَشَهِدُوا۟ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِمْ أَنَّهُمْ كَانُوا۟ كَـٰفِرِينَ ﴿١٣٠﴾

او مونږ به دوی ته دقیامت په ورځ ووایو: ای دپیریانو او انسانانو ډلې! آیا نه وو راغلي تاسو ته پیغام راړونکي (پیغمبران) ستاسو دجنس نه -نو هغوی هم دانسانانو له ډلې څخه وو- لوستله یې په تاسو باندې هغه وحې چې الله تعالی په هغوی رالیږلې وه، او ویره یې درکوله تاسو ته دملاقات ددې ورځې چې هغه دقیامت ورځ ده؟ دوی وویل: ولې نه، مونږ نن ورځ په خپل ځان اقرار وکړ چې بیشکه ستا پیغمبرانو مونږ ته دین رارسولی و، او مونږ اقرار وکړ په ملاقات ددې ورځې، خو مونږ ستا پيغمبران دروغجن ګڼلي وو، او ددې ورځې راتګ مو دروغجن ګڼلی و. او دوکه کړی وو دوی لره ژوند دنیوي دوجې دهغه عارضي ښایست او ختمیدونکو نعمتونو نه چې په دې کې دي، او دوی اقرار وکړ په خپلو ځانونو چې دوی په دنیا کې په الله تعالی او دهغه په پیغمبرانو باندې کفر کوونکي وو، خو لیکن فایده ورنه کړه دوی ته نه دې اقرار او نه دې ایمان؛ ځکه چې وخت یې تیر شوی و

ذَٰلِكَ أَن لَّمْ يَكُن رَّبُّكَ مُهْلِكَ ٱلْقُرَىٰ بِظُلْمٍۢ وَأَهْلُهَا غَـٰفِلُونَ ﴿١٣١﴾

انسانانو او پیریانو ته دپيغمبرانو رالیږل ددې لپاره چې دهغوی بهانه ورکه شي او ددې لپاره چې سزا ورنه کړی شي یو کس ته په هغو ګناهونو چې دې کړی وي او حال دا چې پیغمبر ورته نه وي لیږل شوی، او دعوت ورته هم نه وي رسیدلی، نو مونږ عذاب نه ورکوو هیڅ یو امت ته دامتونو نه مګر وروسته دلیږلو دپیغمبرانو نه هغوی ته

وَلِكُلٍّۢ دَرَجَـٰتٌۭ مِّمَّا عَمِلُوا۟ ۚ وَمَا رَبُّكَ بِغَـٰفِلٍ عَمَّا يَعْمَلُونَ ﴿١٣٢﴾

او دهر چا لپاره ددوی نه درجې دي دهغوی دعملونو په اندازه، نو ډیر او لږ شر سره نه برابریږي، او نه پیشوا او تابعداري کوونکی، لکه څرنګه چې ندی برابر ثواب دهغو کسانو چې نیک کارونه کوي، او ندی رب ستا بې خبره دهغو کارونو نه چې دوی یې کوي، بلکې خبر دی په هغوی، هیڅ شی په هغه باندې ددوی نه پټ نشي پاتې کیدلی، او خامخا به ورله په خپلو عملونو بدلې ورکوي

وَرَبُّكَ ٱلْغَنِىُّ ذُو ٱلرَّحْمَةِ ۚ إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ وَيَسْتَخْلِفْ مِنۢ بَعْدِكُم مَّا يَشَآءُ كَمَآ أَنشَأَكُم مِّن ذُرِّيَّةِ قَوْمٍ ءَاخَرِينَ ﴿١٣٣﴾

او ستا رب -ای پیغمبره- هغه بې حاجته دی دخپلو بندګانو نه، نو هغوی ته حاجت نه لري، او نه دهغوی بندګۍ ته ضرورت لري، او ضرر نشي ورکولی هغه ته کفر ددوی، او سره دبی حاجتۍ دالله تعالی ددوی نه بیا هم په دوی باندې مهربان دی، که چیرته وغواړي هلاکول ستاسې -ای نافرمانو بندګانو- نو ستاسو بیخ کندي به مخ ۲۱ له ۲۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر وکړي په عذاب سره دخپل طرف نه، او راپیدابه کړي ستاسو دهلاکولو نه وروسته هغه څوک چې الله تعالی یې غواړي دهغه چا نه چې په هغه ایمان راوړي او تابعداري یې کوي، لکه څرنګه چې یې تاسو پیدا کړي یاست داولادې دبل قوم نه چې ستاسو نه مخکې وو

إِنَّ مَا تُوعَدُونَ لَـَٔاتٍۢ ۖ وَمَآ أَنتُم بِمُعْجِزِينَ ﴿١٣٤﴾

یقینا هغه څه چې ستاسو سره یې وعده کولی شي -ای کافرانو- ددوباره ژوند او دحساب کتاب او دسزا درکولو خامخا راتلونکي دي، او تاسو دخپل رب نه په تېښته نشئ خلاصیدلی، نو رانیوونکی دی ستاسو په تندیو باندې، او عذاب درکوونکی دی تاسو ته په خپل عذاب سره

قُلْ يَـٰقَوْمِ ٱعْمَلُوا۟ عَلَىٰ مَكَانَتِكُمْ إِنِّى عَامِلٌۭ ۖ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ مَن تَكُونُ لَهُۥ عَـٰقِبَةُ ٱلدَّارِ ۗ إِنَّهُۥ لَا يُفْلِحُ ٱلظَّـٰلِمُونَ ﴿١٣٥﴾

ته ووایه -ای پیغمبره-: ای زما قومه کلک شئ تاسو په خپله طریقه او په هغه څه چې تاسو پکې یاست له کفر او ګمراهۍ څخه، نو بیشکه ما ستاسو بهانه او عذر ختم کړی دی او په تاسو مې دلیل قایم کړی په رسولو ښکاره سره، نو زه ستاسو په کفر او ګمراهۍ باندې پروا نه کوم، بلکې زه کلک ولاړ یم په هغه څه چې زه پکې یم د حق نه، او زر دی چې تاسو به پوه شئ چې چا لره ده کامیابي په دنیا کې، او چا ته به دا ځمکه پاتې کیږي، او دچا لپاره دی کور دآخرت، بیشکه شان دا دی چې هیڅکله نشي کامیابیدلی مشرکان نه په دنیا او نه اخرت کې، بلکې ددوی وروستی انجام تاوان دی، او اګر که تاسو مزې کوئ په هغو نعمتونو چې تاسو یې استعمالوئ په دنیا کې

وَجَعَلُوا۟ لِلَّهِ مِمَّا ذَرَأَ مِنَ ٱلْحَرْثِ وَٱلْأَنْعَـٰمِ نَصِيبًۭا فَقَالُوا۟ هَـٰذَا لِلَّهِ بِزَعْمِهِمْ وَهَـٰذَا لِشُرَكَآئِنَا ۖ فَمَا كَانَ لِشُرَكَآئِهِمْ فَلَا يَصِلُ إِلَى ٱللَّهِ ۖ وَمَا كَانَ لِلَّهِ فَهُوَ يَصِلُ إِلَىٰ شُرَكَآئِهِمْ ۗ سَآءَ مَا يَحْكُمُونَ ﴿١٣٦﴾

او مشرکانو په الله تعالی باندې دروغ جوړ کړي داسې چې دوی ګرځولي الله تعالی لره دهغه څه نه چې پیدا کړي یې دي دفصلونو او څارویو نه برخې، نو دوی دا ګومان کړی چې بیشکه دا الله تعالی لره دي، او بله برخه ددوی بوتانو لره ده، نو هغه څه چې دوی دخپلو شریکانو لپاره خاص کړي هغو ځایونو ته نه رسیږي چې الله تعالی پکې مصرف کول روا کړي لکه فقیرانو او مسکینانو ته، او هغه چې الله تعالی ته یې خاص کړي نو دهغوی شریکانو ته ور رسیږي دبوتانو نه نو دهغوی لپاره یې مصرفوي، خبردار ډیره بده دا فیصله او تقسیم ددوی

وَكَذَٰلِكَ زَيَّنَ لِكَثِيرٍۢ مِّنَ ٱلْمُشْرِكِينَ قَتْلَ أَوْلَـٰدِهِمْ شُرَكَآؤُهُمْ لِيُرْدُوهُمْ وَلِيَلْبِسُوا۟ عَلَيْهِمْ دِينَهُمْ ۖ وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ مَا فَعَلُوهُ ۖ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُونَ ﴿١٣٧﴾

او لکه څرنګه چې ښایسته کړی وشیطان مشرکانو ته دا دظلم والا حکم همدغه شان ښایسته کړې وه ډیرو مشرکانو ته دهغوی شریکانو دشیطانانو نه دا خبره چې ووژني خپل بچي دولږې دویرې نه؛ ددې لپاره چې هلاک یې کړي دداسې یو کار په کولو سره چې هغه دیو نفس وژل دي؛ هغه چې الله تعالی یې وژل حرام کړي دي مګر په حق سره، او ددې لپاره چې ګډوډ کړي په دوی باندې دین ددوی نو نه به پیژني دوی چې کوم کار روا او کوم ناروا دی، او که چیرته الله تعالی غوښتلی وی چې دوی دا کار نه وکړی نو هیڅکله به یې نه وکړی، خو الله تعالی دخاص حکمت لپاره دا وغوښتل، نو پریږده -ای پیغمبره- دا مشرکان او دروغ جوړول ددوی په الله تعالی باندې، نو پس دا تاته څه ضرر نشي رسولی، او ددوی کار الله تعالی وسپاره

وَقَالُوا۟ هَـٰذِهِۦٓ أَنْعَـٰمٌۭ وَحَرْثٌ حِجْرٌۭ لَّا يَطْعَمُهَآ إِلَّا مَن نَّشَآءُ بِزَعْمِهِمْ وَأَنْعَـٰمٌ حُرِّمَتْ ظُهُورُهَا وَأَنْعَـٰمٌۭ لَّا يَذْكُرُونَ ٱسْمَ ٱللَّهِ عَلَيْهَا ٱفْتِرَآءً عَلَيْهِ ۚ سَيَجْزِيهِم بِمَا كَانُوا۟ يَفْتَرُونَ ﴿١٣٨﴾

دبتانو دخادمانو او نورو دګمان او دروغو تړلو له امله دا مشرکان وایې: دا څاروي او فصلونه حرام کړی شوي (بند کړی شوي)؛ خوراک نه کوي ددې نه مګر هغه څوک چې دوی یې غواړي، او دا څاروي دي چې حرامې کړی شوی شاګانې ددوی؛ نو سپرېدل به پرې نه کیږي، او نه پرې بار وړل کیږي؛ چې هغه بحیره، سائبه او حام دي. دا څاروي دي چې دوی پرې دحلالې پر مهال دالله تعالی نوم نه یادوي، بلکې دخپلو بتانو په نوم یې ذبحه کوي؛ دوی ددې ټولو کارونو نسبت الله تعالی ته په دروغو سره وکړ چې ګویا دا دهغه له طرف نه دي، خامخا سزا به ورکړي دوی ته الله تعالی په سبب دهغه دروغو چې دوی په الله تعالی باندې جوړول. مخ ۲۲ له ۲۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَقَالُوا۟ مَا فِى بُطُونِ هَـٰذِهِ ٱلْأَنْعَـٰمِ خَالِصَةٌۭ لِّذُكُورِنَا وَمُحَرَّمٌ عَلَىٰٓ أَزْوَٰجِنَا ۖ وَإِن يَكُن مَّيْتَةًۭ فَهُمْ فِيهِ شُرَكَآءُ ۚ سَيَجْزِيهِمْ وَصْفَهُمْ ۚ إِنَّهُۥ حَكِيمٌ عَلِيمٌۭ ﴿١٣٩﴾

او وایې دوی: هغه بچي چې ددې سائبو او بحیرو په ګېدو کې دي؛ که چیرته ژوندي پیدا شول نو دا یوازې زمونږ نارینه وته حلال دي، او په ښځو باندې مو حرام دي، او که چیرته مړه وزیږیدل نو بیا پکې نارینه او ښځینه ټول شریک دي(په خوړلو کې یې). زر دی چې سزا به ورکړي دوی ته الله تعالی په دې وینا ددوی هغه سزا چې دوی یې وړ دي، بیشکه الله تعالی دحکمت والا دی په خپل شریعت کې او دخپلو مخلوقاتو دچارو په برابرولو کې، باخبره دی په دوی

قَدْ خَسِرَ ٱلَّذِينَ قَتَلُوٓا۟ أَوْلَـٰدَهُمْ سَفَهًۢا بِغَيْرِ عِلْمٍۢ وَحَرَّمُوا۟ مَا رَزَقَهُمُ ٱللَّهُ ٱفْتِرَآءً عَلَى ٱللَّهِ ۚ قَدْ ضَلُّوا۟ وَمَا كَانُوا۟ مُهْتَدِينَ ﴿١٤٠﴾

مهتدين په تحقیق سره هلاک شوي هغه کسان چې وژلي یې دي بچې خپل دکم عقلئ او ناپوهۍ له وجې، او حرام کړي یې دي په ځان باندې هغه څه چې ورکړي وو دوی ته الله تعالی دچارپایانو نه، په داسې حال کې چې نسبت کوونکي دي ددې کار الله تعالی ته په دروغو سره، بیشکه دوی لرې شوي دنیغې لا رې نه، او ندي دوی هغې ته رسیدونکي

۞ وَهُوَ ٱلَّذِىٓ أَنشَأَ جَنَّـٰتٍۢ مَّعْرُوشَـٰتٍۢ وَغَيْرَ مَعْرُوشَـٰتٍۢ وَٱلنَّخْلَ وَٱلزَّرْعَ مُخْتَلِفًا أُكُلُهُۥ وَٱلزَّيْتُونَ وَٱلرُّمَّانَ مُتَشَـٰبِهًۭا وَغَيْرَ مُتَشَـٰبِهٍۢ ۚ كُلُوا۟ مِن ثَمَرِهِۦٓ إِذَآ أَثْمَرَ وَءَاتُوا۟ حَقَّهُۥ يَوْمَ حَصَادِهِۦ ۖ وَلَا تُسْرِفُوٓا۟ ۚ إِنَّهُۥ لَا يُحِبُّ ٱلْمُسْرِفِينَ ﴿١٤١﴾

او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې پیدا کړي یې دي باغونه خواره شوي (پراته) په ځمکه باندې پغیر دتنو نه، او پیداکړي یې دي ولاړ په ځمکه باندې دتنو والا، او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې پیدا کړي یې دي کجورې، او پیداکړی یې دي فصلونه؛ مختلفې دي میوې دهغوی په شکل او خوند کې، او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې پيدا کړي یې دي خونه او انار؛ پاڼې ددې دواړو یوشان دي، او خوند یې بدل دی، خورئ -ای خلکو- ددې میوو نه کله چې میوې ونیسي، او ورکړئ زکات ددې میوو په ورځ دلو کولو (ریبلو) کې، او دشرعي حد نه په خوراک او خرچ کې مه تیریږئ، نو یقینا الله تعالی نه خوښوي تیریدونکي دهغه دپولو نه په دې دواړو کې او نه په نورو شیانو کې، بلکې بد یې ګڼي، بیشکه هغه ذات چې دا ټول یې پيداکړي دي هماغه دا دخپلو بندګانو لپاره حلال کړي، نو مشرکانو لره ددې دحراموالي واک او اختیار نشته. و

وَمِنَ ٱلْأَنْعَـٰمِ حَمُولَةًۭ وَفَرْشًۭا ۚ كُلُوا۟ مِمَّا رَزَقَكُمُ ٱللَّهُ وَلَا تَتَّبِعُوا۟ خُطُوَٰتِ ٱلشَّيْطَـٰنِ ۚ إِنَّهُۥ لَكُمْ عَدُوٌّۭ مُّبِينٌۭ ﴿١٤٢﴾

او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې پیدا کړي یې دي ستاسو لپاره دچارپایانو نه هغه چې تیار وي دې ته چې بار پرې وړل کیدی شي لکه غټ اوښان، او هغه چې دې ته نه وي برابر لکه واړه اوښان او ګډې، خورئ -ای خلکو- دهغه څه نه چې الله تعالی تاسو ته درکړي ددې شیانو نه چې تاسو ته یې حلال کړي، او شیطان په پلونو مه ځئ په حلالوالي دهغه څه کې چې الله تعالی حرام کړي او په حراموالي دهغه څه کې چې الله تعالی حلال کړي لکه مشرکان چې یې کوي، بیشکه شیطان ستاسو لپاره -ای خلکو- دښمن دی؛ ښکاره ده دښمني دهغه داسې چې هغه ستاسو نه غواړي چې دالله تعالی نافرماني وکړئ په دې کار سره

ثَمَـٰنِيَةَ أَزْوَٰجٍۢ ۖ مِّنَ ٱلضَّأْنِ ٱثْنَيْنِ وَمِنَ ٱلْمَعْزِ ٱثْنَيْنِ ۗ قُلْ ءَآلذَّكَرَيْنِ حَرَّمَ أَمِ ٱلْأُنثَيَيْنِ أَمَّا ٱشْتَمَلَتْ عَلَيْهِ أَرْحَامُ ٱلْأُنثَيَيْنِ ۖ نَبِّـُٔونِى بِعِلْمٍ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ ﴿١٤٣﴾

پیدا کړي یې دي ستاسو لپاره اته قسمونه؛ دګډو نه دوه جوړې: نر او ښځه، او دوزو نه دوه، ته ووایه -ای پیغمبره- مشرکانو ته: آیا حرام کړي دي الله تعالی دا دوه نران دنرتوب له وجې نه؟ نو که چیرته یې وویل: هو، نو ته ورته ووایه: نو تاسو ښځینه ولې حراموئ؟ او که یا الله تعالی حرام کړي دواړه ښځينه دهغوی دښځیتوب د وجه؟ نو که چیرته یې وویل: هو، نو ته ورته ووایه: نو ولې تاسو حراموئ دوه نران؟ او که یا (الله تعالی) حرام کړي هغه څه چې مشتمل دي په هغه باندې رحمونه د دواړو ښځینه ود دې وجې نه چې دا په رحم کې دي؟ نو که چیرته یې وویل: هو، نو ته ورته ووایه: نو تاسو ولې فرق کوئ په مینځ دهغه څه کې چې په رحمونو کې دي په حراموالي دنرانو دهغې کله (ځینې وختونه) او په حراموالي دښځینه ود هغې کله (ځینې وختونه)، خبر راکړئ ماته -ای مشرکانو- په هغه څه چې تاسو پرې باور کوئ (دلیل پرې نیسئ) دصحیح علم نه که چیرته تاسو ریښتوني یاست په خپله دعوه کې چې یقینا ددې شیانو حراموالی دالله تعالی له طرفه دی. مخ ۲۳ له ۲۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَمِنَ ٱلْإِبِلِ ٱثْنَيْنِ وَمِنَ ٱلْبَقَرِ ٱثْنَيْنِ ۗ قُلْ ءَآلذَّكَرَيْنِ حَرَّمَ أَمِ ٱلْأُنثَيَيْنِ أَمَّا ٱشْتَمَلَتْ عَلَيْهِ أَرْحَامُ ٱلْأُنثَيَيْنِ ۖ أَمْ كُنتُمْ شُهَدَآءَ إِذْ وَصَّىٰكُمُ ٱللَّهُ بِهَـٰذَا ۚ فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ ٱفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًۭا لِّيُضِلَّ ٱلنَّاسَ بِغَيْرِ عِلْمٍ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿١٤٤﴾

ه ى ه او دهغو اتو قسمونو باقی شیان دا دې: دوه دانې (یوه جوړه) له اوښانو څخه، او دوه دانې (یوه جوړه) له غواګانو څخه، ته ووایه -ای پیغمبره- مشرکینو ته: آیا الله تعالی حرام کړي هغه چې حرام کړي یې دي ددوې نه دنرتوب له وجې نه، او که یا دښځیتوب له وجې نه، او که یا دوجې دشمولیت درحم (بچې دانې) په دې باندې؟ او که یا تاسو -ای مشرکینو- حاضر وئ -ستاسو په ګمان باندې- کله چې الله تعالی تاسو ته وصیت او حکم کاوه په حراموالي دهغه څه چې تاسو حرام کړي ددې څارویو نه؟! نو نشته هیڅوک ډیر ظلم کوونکی، او نه ډیر لوی جرم کوونکی دهغه چا نه چې جوړوي په الله تعالی باندې دروغ، نو هغه ته نسبت دحراموالي د هغه څه کوي چې نه یې وي حرام کړی؛ ددې لپاره چې ګمراه کړي خلک له نیغې لا رې څخه پرته لداسې علم نه چې باور پرې کیدلی شی، بیشکه الله تعالی توفیق دهدایت نه ورکوي ظالمانو ته په سبب ددروغو جوړولو ددوی په الله تعالی باندې

قُل لَّآ أَجِدُ فِى مَآ أُوحِىَ إِلَىَّ مُحَرَّمًا عَلَىٰ طَاعِمٍۢ يَطْعَمُهُۥٓ إِلَّآ أَن يَكُونَ مَيْتَةً أَوْ دَمًۭا مَّسْفُوحًا أَوْ لَحْمَ خِنزِيرٍۢ فَإِنَّهُۥ رِجْسٌ أَوْ فِسْقًا أُهِلَّ لِغَيْرِ ٱللَّهِ بِهِۦ ۚ فَمَنِ ٱضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍۢ وَلَا عَادٍۢ فَإِنَّ رَبَّكَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿١٤٥﴾

ته ووایه -ای پیغمبره- زه نه موم په هغه څه کې چې ما ته یې الله تعالی وحې کړې دڅه شي نه حرام؛ مګر هغه چې مړ شوی وي پغیر دحلالولو (ذبحه کولو) نه، او یا بهیدونکې وینه وي، او یا دخنزیر غوښه وي نو یقینا دا پلیت دی حرام دی، او یا حلال شوی (ذبحه شوی) وي پغیر د(یادولو ) دنوم دالله تعالی نه لکه دبتانو لپاره ذبحه شوی وي، نو څوک چې مجبور شو دضرورت له وجې نه خوراک کولو ته ددې حرام شوو شیانو نه دډیرې ولږې له وجې نه چې نه وي طلب ګار دخوند اخیستلو په دې خوراک سره، او نه وي تیریدونکی دضرورت داندازې نه نو نشته هیڅ ګناه پده باندې په دې خوراک کې، بیشکه رب ستا -ای پیغمبره- بخښنه کوونکی دی دضرورت والا ته که چیرته ترې خوراک وکړي، مهربانه دی په دې باندې

وَعَلَى ٱلَّذِينَ هَادُوا۟ حَرَّمْنَا كُلَّ ذِى ظُفُرٍۢ ۖ وَمِنَ ٱلْبَقَرِ وَٱلْغَنَمِ حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ شُحُومَهُمَآ إِلَّا مَا حَمَلَتْ ظُهُورُهُمَآ أَوِ ٱلْحَوَايَآ أَوْ مَا ٱخْتَلَطَ بِعَظْمٍۢ ۚ ذَٰلِكَ جَزَيْنَـٰهُم بِبَغْيِهِمْ ۖ وَإِنَّا لَصَـٰدِقُونَ ﴿١٤٦﴾

او مونږ حرام کړي وو په یهودیانو باندې هغه څه چې ګوتې یې له یو بل څخه نه وي جلا لکه: اوښ او شتر مرغ، او حرام کړې مو وې پر دوی باندې وازدې دغواګانو او ګډو مګر هغه چې نښتې وي ددوی په شاګانو پورې، او یا بار کړي وي ددوی کولمو، او یا ګډې وې دهډوکو سره لکه دلم او اړخونو، او بیشکه مونږ بدله ورکړه دوی ته ددوی دظلم له وجې نه په حراموالي ددغو شیانو په دوی باندې، او بیشکه مونږ ریښتیا ویونکي یو په ټولو هغه شیانو کې چې خبر پرې ورکوو

فَإِن كَذَّبُوكَ فَقُل رَّبُّكُمْ ذُو رَحْمَةٍۢ وَٰسِعَةٍۢ وَلَا يُرَدُّ بَأْسُهُۥ عَنِ ٱلْقَوْمِ ٱلْمُجْرِمِينَ ﴿١٤٧﴾

نو که دوی نسبت ددروغو وکړ تاته -ای پیغمبره- او ستا تصدیق یې ونه کړ په هغه څه کې چې تا پرې راتګ کړی دی ستا درب له طرف نه، نو ته ورته ووایه دترغیب په ډول: رب ستاسو دپراخه رحمت والا دی، او دهغه درحمت نه دا دي چې تاسو ته یې مهلت درکړی، او جلتي (تلوار) یې نه ده کړی تاسو ته په عذاب درکولو کې، او ته دوی ته دویرې په ډول ووایه: بیشکه عذاب دهغه نشې ګرځیدلی دهغه قوم نه چې نافرمانیانې او ګناهونه کوي

سَيَقُولُ ٱلَّذِينَ أَشْرَكُوا۟ لَوْ شَآءَ ٱللَّهُ مَآ أَشْرَكْنَا وَلَآ ءَابَآؤُنَا وَلَا حَرَّمْنَا مِن شَىْءٍۢ ۚ كَذَٰلِكَ كَذَّبَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ حَتَّىٰ ذَاقُوا۟ بَأْسَنَا ۗ قُلْ هَلْ عِندَكُم مِّنْ عِلْمٍۢ فَتُخْرِجُوهُ لَنَآ ۖ إِن تَتَّبِعُونَ إِلَّا ٱلظَّنَّ وَإِنْ أَنتُمْ إِلَّا تَخْرُصُونَ ﴿١٤٨﴾

ى زر دی چې وبه وایې مشرکان دلیل نیوونکي دالله تعالی په اراده او تقدیر باندې په صحت دشرک کولو ددوی په الله تعالی باندې: که چیرته الله تعالی غوښتلی وی چې شرک ونه کړو مونږ او نه زمونږ پلاران په الله تعالی باندې نو مونږ به دهغه سره شرک نه وکړی، او که چیرته الله تعالی غوښتلی وی چې مونږ حرام نه کړو هغه څه چې مونږ حرام کړي وو په خپلو ځانونو نو مونږ به نه وی حرام کړي. او دوی ددې باطل دلیل په شان دروغ ویلي وو هغو کسانو چې ددوی نه مخکې وو په خپلو پیغمبرانو او داسې یې ویلی وو: که چیرته الله تعالی غوښتلی وی چې مونږ دې دوی دروغجن ونه ګڼو نو مونږ به دروغجن نه وګڼلي، او دوی همیشه په دې خپلو دروغو باندې پاتي شو تر دې چې دوی وڅاکه عذاب زمونږ هغه چې مونږ په دوی باندې رالیږلي وو، ته ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکینو ته: آیا شته دی ستاسو سره څه دلیل چې دلالت کوي په دې خبره چې بیشکه الله تعالی ستاسو نه په دې راضي وچې تاسو دهغه سره شریک وکړئ او تاسو حلال وګڼئ هغه څه چې په تاسو یې مخ ۲۴ له ۲۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر حرام کړي دي او تاسو حرام وګڼئ هغه څه چې حلال کړي یې دي؟ نو بس صرف ددې واقع کیدل ستاسو نه دلیل درضامندۍ دالله تعالی ندی، یقینا تاسو په دې کار کې تابعداري نه کوئ مګر دګمان، او یقینا ګمان فایده نه ورکوي دحق نه هیڅ شي، او نه یاستئ تاسو مګر دروغ ویونکي

قُلْ فَلِلَّهِ ٱلْحُجَّةُ ٱلْبَـٰلِغَةُ ۖ فَلَوْ شَآءَ لَهَدَىٰكُمْ أَجْمَعِينَ ﴿١٤٩﴾

ته ووایه -ای پیغمبره- مشرکینو ته: که چیرته ستاسو سره دلیل نه وي مګر دا بیکاره دلیلونه نو بیشکه دالله تعالی سره غوڅ (فیصله کوونکی) دلیل دی چې ستاسو نه پرې بهانې ختموي هغه چې تاسو یې وړاندی کوئ، او باطلوي په دې سره ستاسو هغه شبهې چې تاسو پورې تعلق لرئ، نو که چیرته الله تعالی غوښتلی وی توفیق درکول تاسو ټولو ته دحق طرف ته -ای مشرکینو- نو خامخا به یې تاسو ته توفیق درکړی و

قُلْ هَلُمَّ شُهَدَآءَكُمُ ٱلَّذِينَ يَشْهَدُونَ أَنَّ ٱللَّهَ حَرَّمَ هَـٰذَا ۖ فَإِن شَهِدُوا۟ فَلَا تَشْهَدْ مَعَهُمْ ۚ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَآءَ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا وَٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِٱلْـَٔاخِرَةِ وَهُم بِرَبِّهِمْ يَعْدِلُونَ ﴿١٥٠﴾

ته ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکینو ته هغوی چې حراموي هغه څه چې الله تعالی حلال کړي، او دا دعوه کوي چې ګویا کې خاص الله تعالی هغه ذات دی چې دا یې حرام کړي: حاضر کړئ تاسو ګواهان خپل هغوی چې دا ګواهي کوي چې بیشکه الله تعالی حرام کړي دا شیان چې کوم تاسو حرام کړي، نو که چیرته دوی دا ګواهي ورکړه پغیر دپوهې نه (پغیر دڅه دلیل نه) په دې خبره چې الله تعالی دا حرام کړي نو ته ددوی تصدیق مه کوه -ای پیغمبره- په دې ګواهۍ کې؛ ځکه چې دا ددروغو ګواهي ده، او ته تابعداري مه کوه دخواهشاتو دهغو کسانو چې خپل خواهشات فیصله کوونکي ګرځوي، نو یقینا دوی دروغ ګڼلي وو زمونږ آیتونه کله چې دوی حرام کړي وو هغه څه چې الله تعالی دوی ته حلال کړي وو، او ته تابعداري مه کوه دهغو کسانو چې په آخرت ایمان نه لري، او دوی په خپل رب باندې شرک کوي نو بل څوک ورسره برابروي، او څنګه تابعداري دهغه چا کیدلی شي چې دا یې طریقه وي دخپل رب سره؟!

۞ قُلْ تَعَالَوْا۟ أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ ۖ أَلَّا تُشْرِكُوا۟ بِهِۦ شَيْـًۭٔا ۖ وَبِٱلْوَٰلِدَيْنِ إِحْسَـٰنًۭا ۖ وَلَا تَقْتُلُوٓا۟ أَوْلَـٰدَكُم مِّنْ إِمْلَـٰقٍۢ ۖ نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ ۖ وَلَا تَقْرَبُوا۟ ٱلْفَوَٰحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ ۖ وَلَا تَقْتُلُوا۟ ٱلنَّفْسَ ٱلَّتِى حَرَّمَ ٱللَّهُ إِلَّا بِٱلْحَقِّ ۚ ذَٰلِكُمْ وَصَّىٰكُم بِهِۦ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿١٥١﴾

ته ووایه -ای پیغمبره- خلکو ته: راشئ چې ولولم په تاسو باندې هغه څه چې الله تعالی حرام کړی، حرام کړی یې دي په تاسو باندې دا چې تاسو شریک جوړ کړئ د هغه سره څه شی دهغه له مخلوقاتو څخه، او دا یې حرام کړي چې تاسو نافرماني وکړئ دخپلو پلرونو، بلکې په تاسو باندې واجب دي نیکي کول دهغوی سره، او دا یې حرام کړي چې تاسو ووژنئ بچي خپل دولږې له وجې نه، لکه څرنګه چې به دجاهلیت والاو کول، مونږ روزي درکوو تاسو ته او هغوی ته هم، او حرام کړی یې دی دا چې تاسو نزدې شئ فحشاو بدو کارونو ته هغه چې ښکاره وي ددې نه او یا پټ وي، او دا یې حرام کړي چې تاسو ووژنئ یو نفس لره چې کوم الله تعالی حرام کړي وژل دهغه مګر په حق سره، لکه زنا کول وروسته له واده کولو څخه، او ګرځیدل کفر ته وروسته له اسلام منلو نه، دا بیان شوي شیان په دې سره الله تعالی تاسو ته مضبوط حکم کړی ددې لپاره چې تاسو یاد کړئ دالله تعالی نه دهغه اوامر او نواهي

وَلَا تَقْرَبُوا۟ مَالَ ٱلْيَتِيمِ إِلَّا بِٱلَّتِى هِىَ أَحْسَنُ حَتَّىٰ يَبْلُغَ أَشُدَّهُۥ ۖ وَأَوْفُوا۟ ٱلْكَيْلَ وَٱلْمِيزَانَ بِٱلْقِسْطِ ۖ لَا نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا ۖ وَإِذَا قُلْتُمْ فَٱعْدِلُوا۟ وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَىٰ ۖ وَبِعَهْدِ ٱللَّهِ أَوْفُوا۟ ۚ ذَٰلِكُمْ وَصَّىٰكُم بِهِۦ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿١٥٢﴾

او حرام کړي (الله تعالی) دا چې تاسو نږدې شئ مال دیتیم ته -او دا هغه څوک دی چې پلار یې وفات شوی وي او دی بلوغ ته نه وي رسیدلی- مګر هغه چې دیتیم لپاره پکې ګټه او فایده وي او دهغه مال ورسره زیاتیږي تر دې چې بلوغ ته ورسیږي او دهغه نه عقلمندي ښکاره شي، او حرام کړی یې دي په تاسو باندې کمی کول په پیمانه او تول کې، بلکې لا زم دي په تاسو باندې عدل په راکړه ورکړه کې په اخیستلو او خرڅولو کې، مونږ نه مکلف کوو هیڅ یو نفس مګر دهغه دوسې او طاقت په اندازه، نو هغه چې ناممکن وي ځان ساتل دهغه نه په زیاتي او یا کمې کې په پيمانه او نورو شیانو کې نو په هغه کې څه رانیول نشته، او حرام کړی یې دي په تاسو باندې دا چې تاسو غلطه وینا وکړئ په یو خبر او یا ګواهۍ کې پغیر دخیال ساتلو دخپلوان یا دوست، او حرام کړی یې دي په تاسو باندې ماتول دلوظ دالله تعالی که چیرته تاسو دالله تعالی سره لوظ کړی وي او یا مو دالله تعالی په نوم لوظ کړی وي، بلکې لا زم دی په تاسو باندې پوره والی دهغه لوظ، دا چې مخکې تیر شو؛ امر کړی الله تعالی تاسو ته په دې باندې مضبوط حکم؛ ددې لپاه چې شاید تاسو را یادکړئ انجام دخپلو کارونو. مخ ۲۵ له ۲۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَأَنَّ هَـٰذَا صِرَٰطِى مُسْتَقِيمًۭا فَٱتَّبِعُوهُ ۖ وَلَا تَتَّبِعُوا۟ ٱلسُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِۦ ۚ ذَٰلِكُمْ وَصَّىٰكُم بِهِۦ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴿١٥٣﴾

تتقون او حرام کړي یې دي په تاسو باندې دا چې تاسو تابعداري وکړئ دګمراهۍ دلارو، بلکې لا زم ده په تاسو باندې تابعداري دهغې سیده لا رې دالله تعالی چې هیڅ کوږوالی پکې نشته، او دګمراهۍ لا رې تاسو رسوي اختلاف ته او لرې والي ته دحق دلارې نه، دا تابعداري کول دالله تعالی دسیده لا رې هغه څه دي چې تاسو ته پرې الله تعالی مضبوط حکم کړی؛ ددې لپاره چې شاید تاسو دهغه نه وویریږئ په عملي کولو دهغه څه چې هغه پرې امر کړی او په ځان ساتلو له هغه څه نه چې ترې یې منع کړي یاست

ثُمَّ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَـٰبَ تَمَامًا عَلَى ٱلَّذِىٓ أَحْسَنَ وَتَفْصِيلًۭا لِّكُلِّ شَىْءٍۢ وَهُدًۭى وَرَحْمَةًۭ لَّعَلَّهُم بِلِقَآءِ رَبِّهِمْ يُؤْمِنُونَ ﴿١٥٤﴾

بیا وروسته دخبر ورکولو نه په هغه څه چې بیان شو خبر ورکوو مونږ په دې چې مونږ ورکړی وموسی -علیه السلام- ته تورات پوره کوونکی ونعمت لره بدله وه دهغه د نیک عمل، او بیانوونکی وهر یو شي لره چې په دین کې ورته ضرورت پیدا کیدلی شي، او دلالت کوونکی وپه حق باندې او رحمت و، ددې لپاره چې شاید دوی یقین وکړي په ملاقات درب خپل دقیامت په ورځ نو هغه ته به په نیک عمل سره تیاری وکړي

وَهَـٰذَا كِتَـٰبٌ أَنزَلْنَـٰهُ مُبَارَكٌۭ فَٱتَّبِعُوهُ وَٱتَّقُوا۟ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿١٥٥﴾

او دا قران کریم کتاب دی نازل کړی مونږ دې لره دډیر برکت والا دی؛ ددې وجې نه چې په دې کې دي ددیني او دنیوي فایدو نه، نو تاسو تابعداري وکړئ دهغه څه چې په دې کې رانازل شوي، او ځان وساتئ دهغه دمخالفت نه ددې لپاره چې شاید په تاسې رحم وکړی شي

أَن تَقُولُوٓا۟ إِنَّمَآ أُنزِلَ ٱلْكِتَـٰبُ عَلَىٰ طَآئِفَتَيْنِ مِن قَبْلِنَا وَإِن كُنَّا عَن دِرَاسَتِهِمْ لَغَـٰفِلِينَ ﴿١٥٦﴾

ددې لپاره چې تاسو ونه وایې -ای دعربو مشرکانو-: چې بیشکه الله تعالی تورات او انجیل په یهودیانو او نصرانیانو باندې نازل کړي وو زمونږ نه مخکې، او په مونږ باندې هیڅ کتاب نه ونازل شوی، او یقینا مونږ نه پوهیدلو دهغوی دکتابونو په لوستلو ځکه چې دا دهغوی په ژبه باندې و، او زمونږ په ژبه باندې نه وو

أَوْ تَقُولُوا۟ لَوْ أَنَّآ أُنزِلَ عَلَيْنَا ٱلْكِتَـٰبُ لَكُنَّآ أَهْدَىٰ مِنْهُمْ ۚ فَقَدْ جَآءَكُم بَيِّنَةٌۭ مِّن رَّبِّكُمْ وَهُدًۭى وَرَحْمَةٌۭ ۚ فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن كَذَّبَ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ وَصَدَفَ عَنْهَا ۗ سَنَجْزِى ٱلَّذِينَ يَصْدِفُونَ عَنْ ءَايَـٰتِنَا سُوٓءَ ٱلْعَذَابِ بِمَا كَانُوا۟ يَصْدِفُونَ ﴿١٥٧﴾

ء او لدې وجې نه چې ونه وایئ تاسو: که چیرته الله تعالی په مونږ باندې یو کتاب رانازل کړی وی لکه څرنګه چې یې په یهودیانو او نصرانیانو رانازل کړی ونو مونږ به د هغوی په پرتله ډیر په استقامت وو، نو بیشکه راغلی تاسو ته کتاب چې رانازل کړی الله تعالی ستاسو په پیغمبر محمد -صلی الله علیه وسلم- باندې- ستاسو په ژبه، او دا ښکاره دلیل دی او ښودنه کوونکی دی حق ته او رحمت دی لپاره دامت، نو تاسو عذرونه مه کوئ کمزوري عذرونه، او بهانې مه کوئ باطلې بهانې، او نشته هیڅ څوک ډیر ظلم کوونکی دهغه چا نه چې دروغجن ګڼي آیتونه دالله تعالی او ورڅخه مخ اړوي، زر دی هغه کسان چې زمونږ له آیتونو څخه اوړی مونږ به سزا ورکړو؛ سخته سزا په ننویستلو ددوی دجهنم اور ته؛ دا بدله ده ددوی دمخ اړولو له امله

هَلْ يَنظُرُونَ إِلَّآ أَن تَأْتِيَهُمُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ أَوْ يَأْتِىَ رَبُّكَ أَوْ يَأْتِىَ بَعْضُ ءَايَـٰتِ رَبِّكَ ۗ يَوْمَ يَأْتِى بَعْضُ ءَايَـٰتِ رَبِّكَ لَا يَنفَعُ نَفْسًا إِيمَـٰنُهَا لَمْ تَكُنْ ءَامَنَتْ مِن قَبْلُ أَوْ كَسَبَتْ فِىٓ إِيمَـٰنِهَا خَيْرًۭا ۗ قُلِ ٱنتَظِرُوٓا۟ إِنَّا مُنتَظِرُونَ ﴿١٥٨﴾

انتظار نه باسي دا دروغ ګڼوونکي خلک مګر ددې چې راشي دوی ته دمرګ پرښتې او دهغه ملګري ددې دروح اخستلو لپاره په دنیا کې، او یا راشي رب ستا د فیصلې په ورځ په اخرت کې -ای پیغمبره- ددوی تر منځه دفیصلې کولو لپاره، او یا راشي ځینې خاص نښې درب ستا چې دلالت کوونکي وي په قیامت باندې، په هغه ورځ چې راشي ځینې نښې درب ستا -لکه لمر راختل دلویدیځ له طرفه- ګټه نه رسوي کافر ته په دغه ورځ ایمان دهغه، او وروسته لدې مؤمن ته دهغه نیک عمل ګټه نه رسوي چې وړاندې لدې یې هیڅ خیر نه وي کړي، ووایه -ای پیغمبره- دې دروغ ګڼونکو مشرکانو ته: تاسو یو ددې شیانو راتګ ته انتظار وکړئ، مونږ هم انتظار کوونکي یو. مخ ۲۶ له ۲۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

إِنَّ ٱلَّذِينَ فَرَّقُوا۟ دِينَهُمْ وَكَانُوا۟ شِيَعًۭا لَّسْتَ مِنْهُمْ فِى شَىْءٍ ۚ إِنَّمَآ أَمْرُهُمْ إِلَى ٱللَّهِ ثُمَّ يُنَبِّئُهُم بِمَا كَانُوا۟ يَفْعَلُونَ ﴿١٥٩﴾

بیشکه هغو کسانو چې ګرځولی یې دی دین خپل ګډوډ دیهودیانو او نصرانیانو نه، داسې چې ځینې یې اخیستی او ځینې یې پریښی، او دوی بېلابېلې ډلې شوي دي، نه یې ته -ای پیغمبره- ددوی نه په هیڅ شي کې، نو پس یقینا ته بیزاره یې دهغې ګمراهۍ نه چې دوی پکې دي، او نشته په تا باندې مګر ویره ورکول دوی ته، نو ددوی کار (معامله) الله تعالی ته سپارل شوې ده، بیا خاص الله تعالی به دوی ته خبر ورکړي دقیامت په ورځ په هغو عملونو چې دوی کول په دنیا کې نو بدله به ورله پرې ورکړي

مَن جَآءَ بِٱلْحَسَنَةِ فَلَهُۥ عَشْرُ أَمْثَالِهَا ۖ وَمَن جَآءَ بِٱلسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزَىٰٓ إِلَّا مِثْلَهَا وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿١٦٠﴾

چا چې له مؤمنانو څخه دقیامت په ورځ په یوې نیکۍ سره راتګ وکړ نو الله تعالی به یې ورته لس برابره کړي، او چا چې راتګ وکړ په بدۍ سره نو سزا به نشي ورکوول کیږي مګر دهغې بدۍ په شان په سپکوالي او دروندوالي کې، ددې نه به ډیره سزا نه ورکول کیږي، او لدوی سره به دقیامت په ورځ ظلم نشي کیدلی د نیکیو دثواب په کمولو کې، او نه په زیاتولو دسزا دبدیو کې

قُلْ إِنَّنِى هَدَىٰنِى رَبِّىٓ إِلَىٰ صِرَٰطٍۢ مُّسْتَقِيمٍۢ دِينًۭا قِيَمًۭا مِّلَّةَ إِبْرَٰهِيمَ حَنِيفًۭا ۚ وَمَا كَانَ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ ﴿١٦١﴾

ته ووایه -ای پیغمبره!- دې دروغ ګڼوونکو مشرکانو ته: بیشکه ښودنه کړې ماته رب زما سمې لا رې ته چې هغه لا ر دداسې دین ده چې برابر دی په مصلحتونو ددنیا او اخرت، او هغه دین دابراهیم -علیه السلام- دی چې مایل دی دحق طرف ته، او هغه هیڅکله له مشرکانو څخه نه و

قُلْ إِنَّ صَلَاتِى وَنُسُكِى وَمَحْيَاىَ وَمَمَاتِى لِلَّهِ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿١٦٢﴾

ووایه -ای پیغمبره-: بیشکه لمونځ زما او قرباني زما خاص الله تعالی لره او خاص دهغه په نوم دي، نه دبل چا په نامه، او زما ژوند او مرګ، دا ټول خاص الله تعالی لره دي چې یواځې همدا پالوونکی دمخلوقاتو دی، او نشته بل چا لره څه برخه په دې کې

لَا شَرِيكَ لَهُۥ ۖ وَبِذَٰلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا۠ أَوَّلُ ٱلْمُسْلِمِينَ ﴿١٦٣﴾

او خاص الله تعالی پاک ذات دی هیڅ شریک ورله نشته، او نشته بل څوک لایق دبندګۍ په حق سره پرته له هغه، او په دې توحید چې پاک دی دشرک نه ماته الله تعالی امر کړی، او یقینا زه الله تعالی ته اولبغاړه اېښودونکی یم لدې امت څخه

قُلْ أَغَيْرَ ٱللَّهِ أَبْغِى رَبًّۭا وَهُوَ رَبُّ كُلِّ شَىْءٍۢ ۚ وَلَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ إِلَّا عَلَيْهَا ۚ وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌۭ وِزْرَ أُخْرَىٰ ۚ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّكُم مَّرْجِعُكُمْ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ ﴿١٦٤﴾

إ لى ربكم مرجعكم فينبئكم بما كنتم فيه تختلفون ووایه -ای پیغمبره-: دې مشرکینو ته: آیا پرته له الله تعالی نه زه ولټوم (وغواړم) رب او خاص هغه پاک ذات پالوونکی دهر یو شي دی؟! نو پس هغه پالوونکی دټولو هغو معبودانو دی چې تاسو یې پرته له هغه نه بندګي کوئ، او نه شي بارولی یو بې ګناه کس دبل چا ګناه، بیا خاص ستاسو رب ته ورګرځیدل ستاسو دي دقیامت په ورځ نو خبر به درکړي تاسو ته په هغه څه چې تاسو پکې اختلاف کړی وپه دنیا کې ددین دکارونو نه

وَهُوَ ٱلَّذِى جَعَلَكُمْ خَلَـٰٓئِفَ ٱلْأَرْضِ وَرَفَعَ بَعْضَكُمْ فَوْقَ بَعْضٍۢ دَرَجَـٰتٍۢ لِّيَبْلُوَكُمْ فِى مَآ ءَاتَىٰكُمْ ۗ إِنَّ رَبَّكَ سَرِيعُ ٱلْعِقَابِ وَإِنَّهُۥ لَغَفُورٌۭ رَّحِيمٌۢ ﴿١٦٥﴾

او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې ګرځولي یاست تاسو وروسته راتلونکي دهغه چا نه چې مخکې ستاسو څخه وو په ځمکه کې؛ لپاره دابادولو دځمکې، او پورته کړي یې دي ځینې ستاسو څخه په پیدایښت، رزق او نورو شیانو کې دځینو نورو له پاسه په درجو سره؛ ددې لپاره چې ازمیښت وکړي په تاسو باندې په هغو نعمتونو کې چې تاسو ته یې درکړي، بیشکه رب ستا -ای پیغمبره- زر حساب والا دی، نو پس هر هغه شی چې راتلونکی وي نو هغه نیږدې دی، او یقینا الله تعالی بخښنه کوونکی دی هغه چاته چې توبه وباسي دهغه دبندګانو نه مهربانه دی په هغه باندې. مخ ۲۷ له ۲۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر مخ ۲۸ له ۲۸ moc.hgelp

زده کړه · الأنعام — Al-An'aam

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې