کورتفسیرالمائدة (٥)

تفسیر المائدة — Al-Maaida (5)

مدني · ١٢٠ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَوْفُوا۟ بِٱلْعُقُودِ ۚ أُحِلَّتْ لَكُم بَهِيمَةُ ٱلْأَنْعَـٰمِ إِلَّا مَا يُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ غَيْرَ مُحِلِّى ٱلصَّيْدِ وَأَنتُمْ حُرُمٌ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ يَحْكُمُ مَا يُرِيدُ ﴿١﴾

ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی! پوره کړئ ټول هغه لوظونه چې کلک شوي دي ستاسو او ستاسو دخالق (الله تعالی) تر منځ، او ستاسو او دهغه دمخلوق (انسانانو) ترمنځ، او بیشکه حلال کړی الله تعالی تاسو ته - دوجې درحمت نه په تاسو- چارپایان: (اوښان، غواګانې، پسونه) مګر هغه چې لوستلی شي په تاسو باندې دهغې حرمت، او مګر هغه چې حرام شوي په تاسو باندې دصحرا دښکار څخه داحرام په حالت کې دحج یا عمرې لپاره، بیشکه الله تعالی فیصله کوي څه چې وغواړي دحلالوالي یا حراموالي دخپل حکمت موافق، نو نشته څوک مجبوروونکی هغه لره، او نشته څوک اعتراض کوونکی دهغه په حکم باندې

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تُحِلُّوا۟ شَعَـٰٓئِرَ ٱللَّهِ وَلَا ٱلشَّهْرَ ٱلْحَرَامَ وَلَا ٱلْهَدْىَ وَلَا ٱلْقَلَـٰٓئِدَ وَلَآ ءَآمِّينَ ٱلْبَيْتَ ٱلْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلًۭا مِّن رَّبِّهِمْ وَرِضْوَٰنًۭا ۚ وَإِذَا حَلَلْتُمْ فَٱصْطَادُوا۟ ۚ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَـَٔانُ قَوْمٍ أَن صَدُّوكُمْ عَنِ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ أَن تَعْتَدُوا۟ ۘ وَتَعَاوَنُوا۟ عَلَى ٱلْبِرِّ وَٱلتَّقْوَىٰ ۖ وَلَا تَعَاوَنُوا۟ عَلَى ٱلْإِثْمِ وَٱلْعُدْوَٰنِ ۚ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ۖ إِنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ ﴿٢﴾

ى اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړئ دالله هغه محرمات حلال مه ګرځوئ چې دتعظيم امر يې درته کړی دی او داحرام له ممنوعاتو لکه ګنډلو جامو او دحرم له محرماتو لکه ښکار څخه ډډه وکړئ، او دحرم په مياشتو کې چې هغه ذوالقعده، ذوالحجه، محرم او رجب دي جنګ حلال مه ګرځوئ، او کوم څاروي چې حرم ته دهديې په ډول لېږل کيږي هغه په غصب، ورته کړنه، خپل ځای ته په نه رسېدلو سره حلال مه ګرځوئ ترڅو هملته دالله لپاره ذبحه کړل شي، هغه څاروی حلال مه ګرځوئ چې ددغې خبرې په ډاګه کولو لپاره دوړيو يا بل څه قلاده (غاړه کۍ) پرې وي چې دا هديه ده، او مه هغه بيت الله الحرام ته تلونکي حلال ګرځوئ چې دسوداګرۍ او الله رضا لټوي، او کله چې دحج او عمرې له احرام څخه حلال شوئ او له حرم څخه ووتلئ؛ نو که مو غوښتل ښکار وکړئ او دهغو خلکو کينه دې تاسې پر هغوی ظلم او دعدالت پرېښودلو ته نه اړ نه کړي چې تاسې يې له مسجد حرام څخه را ګرځولي یاست، اې مؤمنانو دهغه څه په ترسره کولو کې ديوبل مرسته وکړئ چې امر درته پرې شوی دی او دهغه څه په پرېښودلو کې چې ترې راګرځول شوي یاست، او په هغو ګناهونو کې له يوبل سره مرسته مه کوئ چې ترسره کوونکی يې ګناهکاريږي او مه دخلکو دوينو، مالونو او عزتونو پر وړاندې په تيري کې له يوبل سره مرسته کوئ او له الله څخه دهغه دپيروۍ په التزام او له ګناهونو يې په لېرې والي وډار شئ، پرته له شکه الله سخت سزا ورکوونکی دی هغه چا لره چې سرغړونه ترې کوي؛ نو له سرغړونې يې ووېرېږئ

حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ ٱلْمَيْتَةُ وَٱلدَّمُ وَلَحْمُ ٱلْخِنزِيرِ وَمَآ أُهِلَّ لِغَيْرِ ٱللَّهِ بِهِۦ وَٱلْمُنْخَنِقَةُ وَٱلْمَوْقُوذَةُ وَٱلْمُتَرَدِّيَةُ وَٱلنَّطِيحَةُ وَمَآ أَكَلَ ٱلسَّبُعُ إِلَّا مَا ذَكَّيْتُمْ وَمَا ذُبِحَ عَلَى ٱلنُّصُبِ وَأَن تَسْتَقْسِمُوا۟ بِٱلْأَزْلَـٰمِ ۚ ذَٰلِكُمْ فِسْقٌ ۗ ٱلْيَوْمَ يَئِسَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِن دِينِكُمْ فَلَا تَخْشَوْهُمْ وَٱخْشَوْنِ ۚ ٱلْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِى وَرَضِيتُ لَكُمُ ٱلْإِسْلَـٰمَ دِينًۭا ۚ فَمَنِ ٱضْطُرَّ فِى مَخْمَصَةٍ غَيْرَ مُتَجَانِفٍۢ لِّإِثْمٍۢ ۙ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿٣﴾

کوم څاروی چې پرته له ذبحه کولو مړ شي دهغه خوړل الله پر تاسې ناروا کړي دي او پر تاسې يې بهېدونکې وينه، دخوګ غوښه او هغه څه چې دذبحې پر مهال له الله پرته دبل نوم پرې اخېستل شوی وي، په خپه کېدلو مردار شوی، په وهلو مردار شوی، له لوړځايه په لوېدلو مردار شوی او په ښکر وهل شوی او يا بل څه مردار شوی او يا دا چې څېروونکو ښکار کړی وي لکه زمری، پړانګ او لېوه، مګر دا چې له يادو شوو شيانو یې ژوندي ومومئ او ذبحه يې کړئ؛ نو هغه بيا ستاسو لپاره حلال دي او دبتانو لپاره ذبحه کړل شوي درباندې حرام کړل شوي دي او پر تاسې حرام کړل شوي چې په پيالو له غيبه قسمتونه ولټوئ، دا هغه ډبرې يا غشي دي چې پرې ليکل شوي وي: وکړه او يا مه کړه، نو کوم غشی يا ډبره چې ورته ووځي پر همغه عمل کوي، ددغو يادو ناروا شيانو ترسره کول دالله له پيروۍ وتل دي، نن هغه کسان چې کفر يې کړی دی ستاسو له دين څخه په ګرځېدلو کې نا هيلي شوي دي ځکه هغوی يې ځواک وليده، نو له هغوی مه وېرېږئ يوازې له ما ووېرېږئ، نن مو ستاسو لپاره ستاسو هغه دين بشپړ کړ چې هغه اسلام دی او پر تاسو مو خپله ښکاره او پټه پېرزوينه بشپړه کړه او اسلام مو ددين په توګه درته غوره کړ؛ نو له هغه پرته بل دين نه منم، څوک چې دلوږې څخه دمردارې خوړلو ته اړ شي پرته له دې چې هغه دې ګناه ته مائل وي؛ نو پر هغه په دې کار کې ګناه نشته، پرته له شکه الله بخښونکی مهربان دی. مخ ۱ له ۲۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

يَسْـَٔلُونَكَ مَاذَآ أُحِلَّ لَهُمْ ۖ قُلْ أُحِلَّ لَكُمُ ٱلطَّيِّبَـٰتُ ۙ وَمَا عَلَّمْتُم مِّنَ ٱلْجَوَارِحِ مُكَلِّبِينَ تُعَلِّمُونَهُنَّ مِمَّا عَلَّمَكُمُ ٱللَّهُ ۖ فَكُلُوا۟ مِمَّآ أَمْسَكْنَ عَلَيْكُمْ وَٱذْكُرُوا۟ ٱسْمَ ٱللَّهِ عَلَيْهِ ۖ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ سَرِيعُ ٱلْحِسَابِ ﴿٤﴾

ه تپوس کوي ستا څخه -ای پیغمبره!- ستا ملګري چې الله تعالی دوی لره دڅه شي خوراک جایز کړی؟ ته ورته ووایه -ای پیغمبره!-: بیشکه حلال کړي الله تعالی تاسو ته ټول هغه شیان چې پاک وي دخوراکونو څخه، او جایز کړی یې دی هغه چې ښکار کړی وي هغه ښکاري چې ښودنه ورته شوي وي دداړو والاو څخه لکه سپي او پړانګان، او دپنجو والا لکه باښې، تاسو ورته ښکار ښایئ دهغه نه چې الله تعالی په تاسو احسان کړي چې هغه پوهه ده په طریقو دښکار سره، تر دې چې داسې شي چې امر ورته وکړي خبره مني، او چې منعه يې کړي منعه کیږي، نو خورئ دهغه څه نه چې نیولی یې وي دښکار څخه اګر که مړ کړی یې هم وي، او یادوئ نوم دالله تعالی دهغه دلیږلو په وخت کې، او وویریږئ دالله تعالی څخه په عملي کولو دهغه امرونو، او په ځان ساتلو دهغه له نواهیو څخه، بیشکه الله تعالی زر حساب کوونکی دی عملونو لره. ل ل

ٱلْيَوْمَ أُحِلَّ لَكُمُ ٱلطَّيِّبَـٰتُ ۖ وَطَعَامُ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَـٰبَ حِلٌّۭ لَّكُمْ وَطَعَامُكُمْ حِلٌّۭ لَّهُمْ ۖ وَٱلْمُحْصَنَـٰتُ مِنَ ٱلْمُؤْمِنَـٰتِ وَٱلْمُحْصَنَـٰتُ مِنَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَـٰبَ مِن قَبْلِكُمْ إِذَآ ءَاتَيْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ مُحْصِنِينَ غَيْرَ مُسَـٰفِحِينَ وَلَا مُتَّخِذِىٓ أَخْدَانٍۢ ۗ وَمَن يَكْفُرْ بِٱلْإِيمَـٰنِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهُۥ وَهُوَ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ مِنَ ٱلْخَـٰسِرِينَ ﴿٥﴾

نن ورځ حلال کړی الله تعالی ستاسو لپاره خوراک دټولو پاکو او خوندورو شیانو، او خوراک دحلالې داهل کتابو دیهودو او نصاراو څخه، او حلال کړي یې دي ستاسو ذبیحې هغوی لره، او حلال ګرځولی ستاسو لپاره نکاح کول دازادو پاک لمنو زنانه وسره له مومنانو څخه، او دازادو پاک لمنو زنانه وسره دهغه چا نه چې کتاب ورته ورکړی شوی مخکې ستاسو څخه دیهودو او نصاراو څخه کله چې تاسو هغوی ته دهغوی مهرونه ورکړی، او تاسو ځان ساتونکي وئ دکولو دبدکارۍ څخه او نه یاستئ جوړوونکي معشوقو لره چې بدکاري (زنا) ورسره کوئ، او هر هغه څوک چې کفر وکړي په هغه څه چې الله تعالی جایز کړي دخپلو بندګانو لپاره د احکامو څخه نو یقینا برباد شو عمل دهغه دوجې دورکیدو دشرط دهغه نه چې هغه ایمان دی، او دا کس به دقیامت په ورځ دتاوانیانو څخه وي دوجې دننوتلو نه اور ته چې همیشه به وي په دې اور کې همیشه

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا قُمْتُمْ إِلَى ٱلصَّلَوٰةِ فَٱغْسِلُوا۟ وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى ٱلْمَرَافِقِ وَٱمْسَحُوا۟ بِرُءُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى ٱلْكَعْبَيْنِ ۚ وَإِن كُنتُمْ جُنُبًۭا فَٱطَّهَّرُوا۟ ۚ وَإِن كُنتُم مَّرْضَىٰٓ أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ أَوْ جَآءَ أَحَدٌۭ مِّنكُم مِّنَ ٱلْغَآئِطِ أَوْ لَـٰمَسْتُمُ ٱلنِّسَآءَ فَلَمْ تَجِدُوا۟ مَآءًۭ فَتَيَمَّمُوا۟ صَعِيدًۭا طَيِّبًۭا فَٱمْسَحُوا۟ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُم مِّنْهُ ۚ مَا يُرِيدُ ٱللَّهُ لِيَجْعَلَ عَلَيْكُم مِّنْ حَرَجٍۢ وَلَـٰكِن يُرِيدُ لِيُطَهِّرَكُمْ وَلِيُتِمَّ نِعْمَتَهُۥ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿٦﴾

ى ه حرج ولكن يريد ليطهركم وليتم نعمته عليكم لعل كم تشكرون ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی، کله چې تاسو اراده وکړئ دپاڅیدلو لپاره داداد کولو دلمانځه، او وئ تاسو بی اودسه په وړې بې اودسۍ سره نو اودس وکړئ داسې چې خپل مخونه پریمنځئ، او خپل لا سونه دڅنګلو سره ووینځئ، او په خپلو سرونو مسح وکړئ، او ووینځئ خپلې پښې سره دپړکو (ښنګرو) هغه چې د پنډئ دجدا کیدو په ځای کې راوتلي، او که چیرته تاسو بی اودسه یاست په غټې بی اودسۍ سره نو بیا ولامبئ، او که چیرته تاسو مریضان یاست چې دمرض د زیاتیدو څخه ویریږئ او یا دهغه دروغیدو دوروستوالي نه ویریږئ، او یا مسافر یاست دصحتمندۍ په وخت کې، او یا بې اودسه یاست په وړه بی اودسۍ سره لکه د قضای حاجت په وجه، او یا بې اودسه یاست په غټې بې اودسۍ دوجې دکوروالي نه دزنانو سره، او بیانه مومئ اوبو لره وروسته دتالاش کولو داوبو نه ددې لپاره چې ځان پرې پاک کړئ –نو قصد وکړئ مخ دځمکې ته، او ویې وهئ په خپلولا سونو سره، او راکاږئ په خپلولا سونو او په خپلو مخونو باندې ددې نه، الله تعالی نه غواړی چې په تاسو باندې تنګستیا واچوي په خپلو حکمونو کې داسې چې په تاسو باندې داوبو استعمالول لا زمي کړي کله چې تاسو ته ضرر دررسوي، نو دهغه څخه عوض یې درته جایز کړ کله چې ګران وي استعمال داوبو دوجې دمرض نه او دوجې دنشتوالي داوبو نه لپاره دپوره کولو دخپل نعمت په تاسو باندې ددې لپاره چې تاسو شکر ادا کړئ دالله دنعمت په تاسو باندې، او دهغه ناشکري ونه کړئ

وَٱذْكُرُوا۟ نِعْمَةَ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ وَمِيثَـٰقَهُ ٱلَّذِى وَاثَقَكُم بِهِۦٓ إِذْ قُلْتُمْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا ۖ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ ﴿٧﴾

او یاد کړئ نعمت دالله تعالی په تاسو باندې په هدایت کولو سره داسلام طرف ته، او یاد کړئ لوظ دالله تعالی هغه چې ستاسو سره یې کړی وکله چې تاسو وویل په وخت دبیعت کولو دپیغمبر - صلی الله علیه وسلم – سره په غاړه کیښودلو او په تابعدارۍ کولو په اسانتیا او تکلیف کې: مونږ ستا وینا واوریدله او ستا دحکم تابعدارې مو وکړه، او وویریږئ له الله تعالی څخه په عملي کولو دهغه داوامرو –او دهغه څخه دهغه لوظونه دي- او په ځان ساتلو سره دهغه له نواهیو څخه، بیشکه مخ ۲ له ۲۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر الله تعالی پوهه دی په هغه څه چې په زړونو کې دي، نو هیڅ شي پرې پټ نشې پاتی کیدلی

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ كُونُوا۟ قَوَّٰمِينَ لِلَّهِ شُهَدَآءَ بِٱلْقِسْطِ ۖ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَـَٔانُ قَوْمٍ عَلَىٰٓ أَلَّا تَعْدِلُوا۟ ۚ ٱعْدِلُوا۟ هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَىٰ ۖ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ خَبِيرٌۢ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿٨﴾

ى ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی په الله تعالی او دهغه په رسول، شئ تاسې ولاړ په حقونو دالله تعالی په تاسو باندې لټوونکي یاست په دې سره مخ دالله تعالی، او شئ تاسو ګواهي ورکوونکي په عدل او انصاف سره نه په ظلم سره، او اړ دې نه باسي تاسو لره حسد او کینه دیو قوم په پریښودلو دعدل سره، نو عدل چې دی مطلوب دی ددوست او دښمن سره، پس ددواړو سره انصاف وکړئ، او عدل چې دی ډیر نزدې دی ویریدلو ته دالله تعالی څخه، او ظلم ډیر نزدې دی په اقدام او جرأت کولو سره دهغه په وړاندې، او وویریږئ دالله تعالی څخه په عملي کولو دهغه داوامرو او په ځان ساتلو سره دهغه له نواهیو څخه، بیشکه الله تعالی خبردار دی په هغه څه چې تاسو یې کوئ، نه شي پټیدلی په هغه باندې هیڅ شي ستاسو دعملونو څخه، او خامخا به درله پرې بدلې درکوي

وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ ۙ لَهُم مَّغْفِرَةٌۭ وَأَجْرٌ عَظِيمٌۭ ﴿٩﴾

وعده کړی الله تعالی – هغه ذات دی چې دوعدې خلاف نه کوي- دهغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی په الله تعالی او دهغه په پیغمبرانو او عملونه یې کړی نیک عملونه په بخنې کولو سره دهغو له ګناهونو، او په لوی ثواب سره چې هغه جنت ته ننوتل دي

وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَكَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَآ أُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلْجَحِيمِ ﴿١٠﴾

او هغه کسان چې کفر یې کړی په الله تعالی، او تکذیب یې کړی دهغه په آیتونو، نو دغه کسان چې دي هم دوی خاوندان داور دي ورننوځي به هغه ته دا سزا ده د دوی لپاره ددوی دکفر او تکذیب په وجه، همیشه به وي په دې اور کې لکه څرنګه چې ملګری دملګري سره همیشه وي

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱذْكُرُوا۟ نِعْمَتَ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ هَمَّ قَوْمٌ أَن يَبْسُطُوٓا۟ إِلَيْكُمْ أَيْدِيَهُمْ فَكَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنكُمْ ۖ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ۚ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ ٱلْمُؤْمِنُونَ ﴿١١﴾

ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی! یاد کړئ په خپلو زړونو او خپلو ژبو باندې هغه نعمتونه چې الله تعالی په تاسو باندې کړي دامن څخه او دغورځولو دویرې نه په زړونو ددښمنانو ستاسو کې کله چې هغوی دا قصد کړی وچې خپل لا سونه تاسو ته رااوږده کړي ددې لپاره چې په تاسو حمله وکړي او تاسو له منځه یوسي، نو پس الله تعالی واړول هغوی ستاسو څخه او تاسو یې دهغوی څخه بچ کړئ، نو وویریږئ دالله تعالی څخه په عملي کولو داوامرو دهغه او په ځان ساتلو سره دهغه له نواهیو څخه، او خاص یوازې په الله تعالی دې باور وکړي مومنان په حاصلولو دخپلو دینې او دنیوي مصلحتونو کې

۞ وَلَقَدْ أَخَذَ ٱللَّهُ مِيثَـٰقَ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ وَبَعَثْنَا مِنْهُمُ ٱثْنَىْ عَشَرَ نَقِيبًۭا ۖ وَقَالَ ٱللَّهُ إِنِّى مَعَكُمْ ۖ لَئِنْ أَقَمْتُمُ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتَيْتُمُ ٱلزَّكَوٰةَ وَءَامَنتُم بِرُسُلِى وَعَزَّرْتُمُوهُمْ وَأَقْرَضْتُمُ ٱللَّهَ قَرْضًا حَسَنًۭا لَّأُكَفِّرَنَّ عَنكُمْ سَيِّـَٔاتِكُمْ وَلَأُدْخِلَنَّكُمْ جَنَّـٰتٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ ۚ فَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ مِنكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَآءَ ٱلسَّبِيلِ ﴿١٢﴾

و او بیشکه الله تعالی مضبوط لوظ اخیستی ود بنی اسرایلو څخه په هغه څه چې نزدې به دهغه بیان راشي، او په دوی باندې یې دولس مشران مقرر کړي وو، هر یو مشر څارونکی ود خپلو ما تحتو خلکو، او وویل الله تعالی بني اسرائیلو ته: بیشکه زه ستاسو سره یم په اعتبار دنصرت او تایید کله چې تاسو لمونځ په پوره طریقې سره ادا کوئ، او ورکوئ زکاتونه دخپلو مالونو، او ایمان راوړئ زما په ټولو پیغمبرانو په غیر دجدائې راوستلو نه ددوی ترمنځ، او دهغوی احترام وکړئ، او دهغوی مرسته او مدد وکړئ، او دخیر په ټولولا رو کې خپل مالونه خرچ کړئ، نو کله چې تاسو دا ټول کارونه وکړل نو زه به خامخا ورژوم ستاسو څخه ګناهونه ستاسو هغه چې تاسو کړي دي، او خامخا داخل به کړم تاسو جنتونو ته چې بهیږي به لا ندې دقصرونو دهغو ویالې (نهرونه)، نو چا چې کفر وکړ وروسته داخیستلو ددې مضبوط لوظ نه په هغه باندې نو یقینا دی دپوهې سره په قصدي توګه دحق دلارې نه لرې شو. مخ ۳ له ۲۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ظ

فَبِمَا نَقْضِهِم مِّيثَـٰقَهُمْ لَعَنَّـٰهُمْ وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَـٰسِيَةًۭ ۖ يُحَرِّفُونَ ٱلْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِۦ ۙ وَنَسُوا۟ حَظًّۭا مِّمَّا ذُكِّرُوا۟ بِهِۦ ۚ وَلَا تَزَالُ تَطَّلِعُ عَلَىٰ خَآئِنَةٍۢ مِّنْهُمْ إِلَّا قَلِيلًۭا مِّنْهُمْ ۖ فَٱعْفُ عَنْهُمْ وَٱصْفَحْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلْمُحْسِنِينَ ﴿١٣﴾

ى نو په سبب دماتولو ددوی هغه لوظ لره چې ددوی څخه اخیستل شوی و؛ مونږ وشړل دوی دخپل رحمت څخه، او ومو ګرځول زړونه ددوی سخت كلك چې هیڅ خیر ورته نه شي رسیدلی، او هیڅ نصیحت او وعظ ورته فایده نه شي رسولی، اړوي دوی کلمې دخپلو ځایونو څخه په بدلولو دالفاظو دهغو، او په بدلولو دمعناګانو د هغوی هغه طرف ته چې دهغوی دخواهشاتو سره مناسب وي، او پری یې ښوده عمل کول په ځیني هغه څه باندې چې دوی ته پرې پند ورکړی شوی و، او تل به یې ته –ای پیغمبره- چې معلوموي (خبریږې) به ددوی څخه په یو خیانت دالله تعالی سره او دهغه دمومنانو بندګانو سره، مګر لږ ددوی نه چې پوره والی یې کړی په هغه لوظ چې ددوی څخه اخیستل شوی و، نو ته عفوه وکړه دوی ته او دوی مه رانیسه، او مخ واړوه له دوی څخه؛ ځکه چې دا داحسان کولو څخه دي، او بیشکه الله تعالی احسان کوونکي خوښوي. ظ

وَمِنَ ٱلَّذِينَ قَالُوٓا۟ إِنَّا نَصَـٰرَىٰٓ أَخَذْنَا مِيثَـٰقَهُمْ فَنَسُوا۟ حَظًّۭا مِّمَّا ذُكِّرُوا۟ بِهِۦ فَأَغْرَيْنَا بَيْنَهُمُ ٱلْعَدَاوَةَ وَٱلْبَغْضَآءَ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۚ وَسَوْفَ يُنَبِّئُهُمُ ٱللَّهُ بِمَا كَانُوا۟ يَصْنَعُونَ ﴿١٤﴾

او لکه څرنګه چې مونږ په یهودیانو باندې مضبوط لوظ اخیستی وهمدغه شان لوظ مونږ په هغو کسانو هم اخیستلی وچې ځانونه یې پاک ګڼل چې دوی دعیسی علیه السلام تابعداران دي، نو دوی عمل پریښوده په یوه حصه دهغه چې دوی ته پرې پند ورکړی شوی و، کوم کار چې له یهودو څخه ددوی مشرانو کړی و، او مونږه اچولې وه ددوی تر منځ جګړه ماري او سخته کرکه دیو بل څخه دقیامت تر ورځې پورې، نو شو دوی یو بل سره سخت جکړه کوونکي کافر کول به یې یو بل لره، او زر دی چې خبر به یې کړي الله تعالی په هغو کارونو چې دوی کول، او بدله به ورله پرې ورکړي

يَـٰٓأَهْلَ ٱلْكِتَـٰبِ قَدْ جَآءَكُمْ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمْ كَثِيرًۭا مِّمَّا كُنتُمْ تُخْفُونَ مِنَ ٱلْكِتَـٰبِ وَيَعْفُوا۟ عَن كَثِيرٍۢ ۚ قَدْ جَآءَكُم مِّنَ ٱللَّهِ نُورٌۭ وَكِتَـٰبٌۭ مُّبِينٌۭ ﴿١٥﴾

ای یهودیانو دتورات والاو، او نصاراو دانجیل والاو! بیشکه راغلی تاسو ته پیغمبر زمونږ محمد –صلی الله علیه وسلم- چې بیانوي تاسو ته ډیر دهغه څه نه چې تاسو پټ کړي ود هغه کتاب څخه چې په تاسو نازل شوی وو، او مخ به اړوي دډیرو دغو پټ شوو شیانو څخه هغه چې څه مصلحت پکې نه وي صرف ستاسو رسوا کول پکې وي، بیشکه راغلی تاسو ته قران کریم کتاب دالله تعالی له طرفه، او دا رڼا ده چې رڼا پرې کیدلی شي، او کتاب دی بیانوونکی (واضح کوونکی) هر هغه څه لره چې خلک ورته په خپلو دنیوي او اخروي چارو کې ضرورت لري

يَهْدِى بِهِ ٱللَّهُ مَنِ ٱتَّبَعَ رِضْوَٰنَهُۥ سُبُلَ ٱلسَّلَـٰمِ وَيُخْرِجُهُم مِّنَ ٱلظُّلُمَـٰتِ إِلَى ٱلنُّورِ بِإِذْنِهِۦ وَيَهْدِيهِمْ إِلَىٰ صِرَٰطٍۢ مُّسْتَقِيمٍۢ ﴿١٦﴾

م ستقيم لا رښوونه کوي الله تعالی په دې کتاب سره هغه چاته چې تابعداري يې کړي وي دهغه څه چې الله تعالی پرې راضي کیږي دایمان او نیک عمل څخه لا رې د خلاصون ته دالله تعالی له عذاب څخه، او هغه لا رې رسیدونکې دې جنت ته، او راوباسي دوی له تیارو دکفر او ګناه څخه رڼاګانو دایمان او تابعدارۍ ته په خپل حکم، او توفیق ورکوي دوی ته لا رې برابرې نیغې ته چې هغه داسلام لا ر ده

لَّقَدْ كَفَرَ ٱلَّذِينَ قَالُوٓا۟ إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْمَسِيحُ ٱبْنُ مَرْيَمَ ۚ قُلْ فَمَن يَمْلِكُ مِنَ ٱللَّهِ شَيْـًٔا إِنْ أَرَادَ أَن يُهْلِكَ ٱلْمَسِيحَ ٱبْنَ مَرْيَمَ وَأُمَّهُۥ وَمَن فِى ٱلْأَرْضِ جَمِيعًۭا ۗ وَلِلَّهِ مُلْكُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا ۚ يَخْلُقُ مَا يَشَآءُ ۚ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۭ ﴿١٧﴾

ه ى شىء قدير بیشکه کفر کړی وهغو کسانو چې ویلي وو دنصاراو څخه چې بیشکه الله تعالی مسیح عیسی بن مریم دی، ته ورته ووایه –ای پیغمبره-: څوک دا طاقت لري چې د الله تعالی مخنیوی وکړي دهلاکولو (مړه کولو) دمسیح عیسی بن مریم نه او دهلاکولو (مړه کولو) دمور دهغه نه، او ددې نه چې هلاک کړي ټول هغه څوک چې په دنیا کې دي کله چې الله تعالی اراده دهلاکولو ددوی وکړي؟! او کله چې هیڅ یو کس دا طاقت نه لري چې الله تعالی بند کړي ددې څخه نو دا په دې خبره دلالت کوي چې نشته دی لایق دعبادت په حق سره مګر الله تعالی دی، او یقینا ټول شیان: عیسی بن مریم او دهغه مور او ټول خلک دا دالله تعالی مخلوق دي، مخ ۴ له ۲۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر او یواځې الله تعالی لره دی اختیار او بادشاهي داسمانونو او دځمکې او دهغه څه چې ددې دواړو ترمنځه دي، پیدا کوي څه چې الله تعالی وغواړي، او بعضې د هغه نه چې غوښتلی یې دی پیدایش دهغه: عیسی –علیه السلام- دی؛ نو هغه یې بنده او رسول دی، او الله تعالی په هر څه باندې قدرت لرونکی دی

وَقَالَتِ ٱلْيَهُودُ وَٱلنَّصَـٰرَىٰ نَحْنُ أَبْنَـٰٓؤُا۟ ٱللَّهِ وَأَحِبَّـٰٓؤُهُۥ ۚ قُلْ فَلِمَ يُعَذِّبُكُم بِذُنُوبِكُم ۖ بَلْ أَنتُم بَشَرٌۭ مِّمَّنْ خَلَقَ ۚ يَغْفِرُ لِمَن يَشَآءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَآءُ ۚ وَلِلَّهِ مُلْكُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا ۖ وَإِلَيْهِ ٱلْمَصِيرُ ﴿١٨﴾

او دعوی کړې هر یو له یهودو او نصاراو څخه چې بیشکه دوی دالله تعالی زامن او دهغه دوستان دي، ته ورته ووایه –ای پیغمبره- پداسې حال کې چې رد کوونکی یې په دوی باندې: ولې الله تعالی عذاب درکوي تاسو ته په هغو ګناهونو چې تاسو یې کوئ؟! نو که چیرته تاسو دالله تعالی دوستان وئ لکه څرنګه چې تاسو ګمان کوئ نو عذاب به یې نه وی درکړی په وژلو او مسخ کولو (بدلولو دشکلونو) سره په دنیا او په اخرت کې په اور باندې؛ ځکه چې الله تعالی هغه چاته عذاب نه ورکوي چې خوښ یې وي، بلکې تاسو هم انسانان یاست لکه دنورو انسانانو، چاچې ددوی څخه ښه عملونه وکړل جنت به ورته ورکړي، او چاچې بد وکړل په اور به ورله سزا ورکړي، پس الله تعالی بخښنه کوي چاته چې وغواړي په خپل فضل او مهربانۍ سره، او عذاب ورکوي چاته چې وغواړي په خپل عدل او انصاف سره، او خاص یواځې الله تعالی لره دی اختیار داسمانونو او ځمکو او اختیار دهغه څه چې ددی دواړو تر منځه دی، او یواځې هغه ته ورګرځیدل دي

يَـٰٓأَهْلَ ٱلْكِتَـٰبِ قَدْ جَآءَكُمْ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمْ عَلَىٰ فَتْرَةٍۢ مِّنَ ٱلرُّسُلِ أَن تَقُولُوا۟ مَا جَآءَنَا مِنۢ بَشِيرٍۢ وَلَا نَذِيرٍۢ ۖ فَقَدْ جَآءَكُم بَشِيرٌۭ وَنَذِيرٌۭ ۗ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۭ ﴿١٩﴾

ى ای دکتاب والاو یهودیانو او نصاراو! بیشکه راغلی تاسو ته پیغمبر زمونږ- چې محمد – صلی الله علیه وسلم- دی وروسته دبندیدلو دپیغبمرانو څخه او - دسخت ضرورت په وخت کې دهغه رالیږلو ته؛ ددې وجې نه چې تاسو عذر او ګیله ونه کړئ چې: بیشکه مونږ ته څوک پیغمبر نه وو راغلی چې مونږ ته دالله تعالی په ثوابونو زیری راکړي، او دهغه له سزاګانو څخه مو وویروي، نو په تحقیق سره راغلی تاسو ته محمد –صلی الله علیه وسلم- زیری درکوونکی دالله تعالی په ثواب باندې او ویره درکوونکی دهغه دسزا او عذاب څخه، او بیشکه الله تعالی په هر شي باندې قدرت لرونکی دی، هیڅ شی ترې نشې بچ کیدلی، او دهغه له قدرت څخه دپیغمبرانو رالیږل دي، او دهغو لړۍ یې پر محمد –صلی الله علیه وسلم- باندې پای ته رسولې ده

وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِۦ يَـٰقَوْمِ ٱذْكُرُوا۟ نِعْمَةَ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَعَلَ فِيكُمْ أَنۢبِيَآءَ وَجَعَلَكُم مُّلُوكًۭا وَءَاتَىٰكُم مَّا لَمْ يُؤْتِ أَحَدًۭا مِّنَ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٢٠﴾

او یاد کړه –ای پیغمبره-! کله چې وویل موسی –علیه السلام- خپل قوم بني اسرائیلو ته: ای زما قومه! یاد کړئ په خپلو زړونو او خپلو ژبو باندې نعمتونه دالله تعالی په تاسو باندې کله چې یې وګرځول په تاسو کې پیغمبران چې تاسو يې سمې لا رې ته رابللئ، او ویې ګرځولۍ تاسو بادشاهان چې تاسو واک او اختیار لرئ دخپلو ځانونو وروسته دهغه نه چې تاسو غلامان وئ، او دريې کړل دخپلو نعمتونو څخه هغه چې نه یې دي ورکړي هیچ چاته دخلکو نه ستاسو په وخت کې

يَـٰقَوْمِ ٱدْخُلُوا۟ ٱلْأَرْضَ ٱلْمُقَدَّسَةَ ٱلَّتِى كَتَبَ ٱللَّهُ لَكُمْ وَلَا تَرْتَدُّوا۟ عَلَىٰٓ أَدْبَارِكُمْ فَتَنقَلِبُوا۟ خَـٰسِرِينَ ﴿٢١﴾

وویل موسی –علیه السلام- ای زما قومه! تاسو ننوځئ پاکې ځمکې ته: (بیت المقدس او دهغې چارچاپیره) هغه چې الله تعالی یې تاسو سره وعده کړې دننوتلو او په جنګ کولو دهغه چا سره چې په دې کې دي له کافرانو څخه، او ماتې مه خورئ دزورورو ظالمانو په وړاندې،(که داسې وشول) نو شي به انجام ستاسو تاوان په دنیا او اخرت کې

قَالُوا۟ يَـٰمُوسَىٰٓ إِنَّ فِيهَا قَوْمًۭا جَبَّارِينَ وَإِنَّا لَن نَّدْخُلَهَا حَتَّىٰ يَخْرُجُوا۟ مِنْهَا فَإِن يَخْرُجُوا۟ مِنْهَا فَإِنَّا دَٰخِلُونَ ﴿٢٢﴾

وویل دې ته خپل قوم: ای موسی! بیشکه په دغه پاکه خاوره کې داسې یو قوم دی چې خاوند دطاقت دی او خاوند دسختې جګړی دی، او دا هغه څه دي چې مونږ بندوي دننوتلو نه دې ځمکې ته، نو مونږ هیڅکله نه ننوځو دې ځمکې ته تر څو چې دا خلک دلته وي؛ ځکه چې نشته مونږ لره وسه او څه طاقت ددوی په جنګ کولو، نو که چیرته دوی ددې ځمکې څخه ووتل نو مونږ به په دغه وخت کې دننوتونکو څخه یو دې ځمکې ته. مخ ۵ له ۲۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

قَالَ رَجُلَانِ مِنَ ٱلَّذِينَ يَخَافُونَ أَنْعَمَ ٱللَّهُ عَلَيْهِمَا ٱدْخُلُوا۟ عَلَيْهِمُ ٱلْبَابَ فَإِذَا دَخَلْتُمُوهُ فَإِنَّكُمْ غَـٰلِبُونَ ۚ وَعَلَى ٱللَّهِ فَتَوَكَّلُوٓا۟ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿٢٣﴾

وویل دوه سړیو دموسی –علیه السلام- له ملګرو څخه دهغو کسانو څخه چې دالله تعالی نه ویریدل او دهغه له عذاب څخه ویریدل، نعمت کړی والله تعالی په دې دواړو باندې دتوفیق ورکولو خپلې تابعدارۍ ته، هڅول يې خپل قومونو دموسی –علیه السلام- دحکم عملي کولو ته: ننوځئ تاسو په دې ظالمانو باندې ددې ښار په دروازه باندې، نو کله چې تاسو ددروازې څخه تیرشوئ، او ورننوتلئ نو بیشکه –د الله تعالی په حکم- تاسو به په هغو باندې کامیابیږئ په داسې حال کې چې یقین کوونکي وئ دالله تعالی په طریقو باندې چې کامیابي راځي په استعمالولو داسبابو دایمان راوړلو نه په الله تعالی او په تیارولو دمادي اسبابو، او خاص یواځې په الله تعالی باور وکړئ او په هغه ځانونه وسپارئ که چیرته تاسو په رښتیا سره مومنان یاست، ځکه چې ایمان سره په الله تعالی باندې توکل او یقین کول لا زمي دي

قَالُوا۟ يَـٰمُوسَىٰٓ إِنَّا لَن نَّدْخُلَهَآ أَبَدًۭا مَّا دَامُوا۟ فِيهَا ۖ فَٱذْهَبْ أَنتَ وَرَبُّكَ فَقَـٰتِلَآ إِنَّا هَـٰهُنَا قَـٰعِدُونَ ﴿٢٤﴾

وویل یو قوم دموسی –علیه السلام- له بنی اسرائیلو څخه په داسې حال کې چې کلک ولاړ وو په خلاف دحکم دخپل پیغمبر موسی –علیه السلام-: بیشکه مونږ هیڅکله نه ننوځو دې ښار ته تر څو چې پدې کې دا زورور خلک موجود وي، نو -ای موسی-! لاړ شه ته او ستا رب نو تاسو دواړه جنګ وکړئ ددې زورورو خلکو سره، هر چې مونږ یو نو مونږ به په دې خپل ځای کې پاتي یو وروسته پاتي کیدوونکې دجنګ نه ستاسو سره

قَالَ رَبِّ إِنِّى لَآ أَمْلِكُ إِلَّا نَفْسِى وَأَخِى ۖ فَٱفْرُقْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ ٱلْقَوْمِ ٱلْفَـٰسِقِينَ ﴿٢٥﴾

وویل موسی –علیه السلام- خپل رب ته: ای زما ربه! زما هیڅ زور او طاقت (اختیار) نشته په هیچ چا باندې مګر په خپل ځان او په خپل ورور هارون باندې، نو ای ربه ته جدايې راوله زمونږ او دهغه قوم ترمنځ چې ستا او ستا دپیغمبر دتابعدارۍ څخه وتلی دي

قَالَ فَإِنَّهَا مُحَرَّمَةٌ عَلَيْهِمْ ۛ أَرْبَعِينَ سَنَةًۭ ۛ يَتِيهُونَ فِى ٱلْأَرْضِ ۚ فَلَا تَأْسَ عَلَى ٱلْقَوْمِ ٱلْفَـٰسِقِينَ ﴿٢٦﴾

وویل الله تعالی خپل پیغمبر موسی –علیه السلام- ته: بیشکه الله تعالی حرام کړي ننوتل دې پاکې خاورې ته په بنی اسرایلو باندې دڅلویښت کالو په اندازه، په دې موده کې به دوی په صحرا کې ورک وي حیران به وي لا ره به نه شي موندلی، نو ته مه خپه کیږه –ای موسی- په هغه قوم باندې چې وتونکی وي دالله تعالی له تابعدارۍ څخه، ځکه هغوی ته چې کومه سزا رسیږي هغه دهغوی دګناهونو په وجه ده

۞ وَٱتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ ٱبْنَىْ ءَادَمَ بِٱلْحَقِّ إِذْ قَرَّبَا قُرْبَانًۭا فَتُقُبِّلَ مِنْ أَحَدِهِمَا وَلَمْ يُتَقَبَّلْ مِنَ ٱلْـَٔاخَرِ قَالَ لَأَقْتُلَنَّكَ ۖ قَالَ إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ ٱللَّهُ مِنَ ٱلْمُتَّقِينَ ﴿٢٧﴾

او بیان کړه –ای پیغمبره- دې یهودي حسد کوونکو ظالمانو ته قصه او حال دهغو دوو زامنو دادم –علیه السلام-، چې هغه قابیل او هابیل وو، په رښتیا سره چې هیڅ شک پکې نشته، کله چې دواړو وړاندې کړه قرباني چې هر یو پرې الله تعالی ته ځان نزدې کاوه، نو الله تعالی دهابیل قرباني قبول کړه؛ ځکه چې هغه دتقوا خاوند و، او دقابیل قرباني يې قبوله نه کړه؛ ځکه چې هغه دتقوا والا نه و، نو قابیل دهابیل دقربانۍ قبلیدل دحسد له وجې نه نا اشنا او بد وګڼل، او ويې ويل: زه خامخا تا وژنم ای هابیله! هابیل ورته وویل: بیشکه الله تعالی دهغه چا قرباني قبلوي چې دالله تعالی نه ویریږي په عملې کولو دهغه داوامرو سره او په ځان ساتلو دهغه له نواهیو څخه

لَئِنۢ بَسَطتَ إِلَىَّ يَدَكَ لِتَقْتُلَنِى مَآ أَنَا۠ بِبَاسِطٍۢ يَدِىَ إِلَيْكَ لِأَقْتُلَكَ ۖ إِنِّىٓ أَخَافُ ٱللَّهَ رَبَّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٢٨﴾

که چیرې تا ماته خپل لا س رااوږد کړ چې زما وژل غواړې نو زه ستا دکار په شان کار ستاسره نه کوم، او دا زما دبزدلۍ دوجې نه، بلکې زه ویریږم دالله تعالی څخه چې پالونکی دټولو مخلوقاتو دی. مخ ۶ له ۲۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

إِنِّىٓ أُرِيدُ أَن تَبُوٓأَ بِإِثْمِى وَإِثْمِكَ فَتَكُونَ مِنْ أَصْحَـٰبِ ٱلنَّارِ ۚ وَذَٰلِكَ جَزَٰٓؤُا۟ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٢٩﴾

نو ورته يې وویل په داسې حال کې چې ویره ورکوونکې و: یقینا زه غواړم چې ته اخته شې په ګناه دوژلو زما په ظلم او تیرې ستا دهغو مخکنو ګناهونو سره، نو شې به ته داور والاو څخه هغه چې دقیامت په ورځ به ورته ورننوځي، داشزا سزا ده دتیري کوونکو، او زه دا نه غواړم چې اخته شم په ګناه ستا دوژلو؛ نو زه به داور والاو څخه شم

فَطَوَّعَتْ لَهُۥ نَفْسُهُۥ قَتْلَ أَخِيهِ فَقَتَلَهُۥ فَأَصْبَحَ مِنَ ٱلْخَـٰسِرِينَ ﴿٣٠﴾

نو ښایسته کړو قابیل ته خپل نفس چې امر کوونکی وپه بدۍ سره وژل دورور خپل هابیل په ظلم سره نو مړ یې کړ، نو شو دا ددې په وجه دهغو خلکو څخه چې د خپل ځان نصیب یې پخپله کم کړی په دنیا او اخرت کې

فَبَعَثَ ٱللَّهُ غُرَابًۭا يَبْحَثُ فِى ٱلْأَرْضِ لِيُرِيَهُۥ كَيْفَ يُوَٰرِى سَوْءَةَ أَخِيهِ ۚ قَالَ يَـٰوَيْلَتَىٰٓ أَعَجَزْتُ أَنْ أَكُونَ مِثْلَ هَـٰذَا ٱلْغُرَابِ فَأُوَٰرِىَ سَوْءَةَ أَخِى ۖ فَأَصْبَحَ مِنَ ٱلنَّـٰدِمِينَ ﴿٣١﴾

نو الله يوه کاغۍ (کڼاخه) ولېږله چې دهغه په مخوکې ځمکه کېندله، ترڅو پکې مړه کاغۍ ښخه کړي، ورته وښايي چې هغه خپل ورور څنګه پټ کړي، دغه مهال دهغه ورور وويل: های زما افسوسه آيا زه دومره بې وسه شوم چې ددغې کاغۍ غوندې هم نه وم چې بله مړه کاغۍ يې پټه کړه؛ نو ما هم دخپل ورور بدن پټ کړی وای، دغه مهال هغه له پښېمانه کېدونکو څخه شو

مِنْ أَجْلِ ذَٰلِكَ كَتَبْنَا عَلَىٰ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ أَنَّهُۥ مَن قَتَلَ نَفْسًۢا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍۢ فِى ٱلْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ ٱلنَّاسَ جَمِيعًۭا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَآ أَحْيَا ٱلنَّاسَ جَمِيعًۭا ۚ وَلَقَدْ جَآءَتْهُمْ رُسُلُنَا بِٱلْبَيِّنَـٰتِ ثُمَّ إِنَّ كَثِيرًۭا مِّنْهُم بَعْدَ ذَٰلِكَ فِى ٱلْأَرْضِ لَمُسْرِفُونَ ﴿٣٢﴾

دوجې دقتل کولو دقابیل خپل ورور لره مونږه خبر کړه بنی اسرایل چې بیشکه چا چې قتل کړو یو نفس لره پغیر دڅه وجې نه چې یا قصاص وي او یا په ځمکه کې فساد کول وي په کفر او یا لوټ کولو دلارې سره، نو لکه ده چې ټول خلک وژلي وي؛ ځکه چې دده په نیز دیو بې ګناه او ګناهګار ترمنځ فرق نشته. او چاچې ځان وساته دوژلو دیو نفس نه چې الله تعالی یې وژل حرام کړي وي دا يې عقیده وي چې دده وژل حرام دي او مړ يې نه کړ؛ نو داسې ده لکه ده چې ټول خلک بچ کړي وي؛ ځکه چې دده په دې کار کې دټولو خلکو ژغورل دي، او بیشکه راغلی وو پیغمبران زمونږ بنی اسرائیلو ته په غټو او ښکاره دلیلونو سره، او سره لدې نه بیا هم ډیر ددوی څخه تیریدونکي وو دالله تعالی دپولو څخه په کولو دګناهونو سره، او په مخالفت دخپلو پیغمبرانو سره

إِنَّمَا جَزَٰٓؤُا۟ ٱلَّذِينَ يُحَارِبُونَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَيَسْعَوْنَ فِى ٱلْأَرْضِ فَسَادًا أَن يُقَتَّلُوٓا۟ أَوْ يُصَلَّبُوٓا۟ أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم مِّنْ خِلَـٰفٍ أَوْ يُنفَوْا۟ مِنَ ٱلْأَرْضِ ۚ ذَٰلِكَ لَهُمْ خِزْىٌۭ فِى ٱلدُّنْيَا ۖ وَلَهُمْ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿٣٣﴾

نه ده سزا دهغه کسانو چې جنګ کوي دالله تعالی او دهغه له پیغمبر سره، او په ښکاره سره دهغه مقابله کوي په دښمنۍ او فساد کولو سره په ځمکه کې په وژلو او په اخیستلو دمالونو او په پریکولو (لوټ کولو) دلارې؛ مګر دا چې ودې وژلی شي پغیر ددار (پانسي) کولو نه، او یا دې ووژلی شي سره ددار (پانسي) کولو نه په لرګي یا بل شي باندې، او یا دې پریکړی شي لا س دیو کس ددوی نه ښي لا س سره دکیڼې (چپې) پښې نه، نو که بیا یې هم دا کار وکړ نو بیا دې یې کیڼ (چپ) لا س او ښي پښه پریکړی شي، او یا دې وشړل شي په ښارونو کې، دا سزا ددوی لپاره په دنیا کې شرمندګي ده، او ددوی لپاره به په اخرت کې لوی عذاب وي

إِلَّا ٱلَّذِينَ تَابُوا۟ مِن قَبْلِ أَن تَقْدِرُوا۟ عَلَيْهِمْ ۖ فَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿٣٤﴾

مګر هغه کسان چې توبه يې ویستلي وي ددې جګړه کوونکو څخه مخکې له دې چې ستاسو پرې وسه بر شي (تاسو پرې قادر شئ) –ای واکدارانو-، نو پوهه شئ چې بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی دی دوی ته وروسته له توبې څخه، مهربانه دی په دوی باندې، او دهغه درحمت څخه دا دی چې ددوی څخه یې عذاب لرې کړی دی. مخ ۷ له ۲۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَٱبْتَغُوٓا۟ إِلَيْهِ ٱلْوَسِيلَةَ وَجَـٰهِدُوا۟ فِى سَبِيلِهِۦ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿٣٥﴾

ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی! دالله تعالی څخه وویریږئ په عملې کولو دهغه داوامرو او په ځان ساتلو دهغه له نواهیو څخه، او دهغه څخه نزدیکت طلب کړئ په اداد کولو دهغه څه چې تاسو ته يې پرې امر کړی، او په ځان ساتلو سره دهغه څه نه چې تاسو یې ترې منع کړي یاست، او جهاد وکړئ دکافرانو سره لپاره د لټولو درضا دالله تعالی؛ ددې لپاره چې تاسو حاصل کړئ هغه څه چې تاسو یې غواړئ، او بچ شئ دهغه څه نه چې تاسو ترې ویریږئ کله چې تاسو دغه کار وکړئ

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَوْ أَنَّ لَهُم مَّا فِى ٱلْأَرْضِ جَمِيعًۭا وَمِثْلَهُۥ مَعَهُۥ لِيَفْتَدُوا۟ بِهِۦ مِنْ عَذَابِ يَوْمِ ٱلْقِيَـٰمَةِ مَا تُقُبِّلَ مِنْهُمْ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ ﴿٣٦﴾

پرته له شکه هغه کسان چې پر الله او دهغه پر رسولانو يې کفر کړی، که چېرې دهغوی هر يوه ته فرض کړو چې دځمکې دټولو شيانو او هغو ته ورته په اندازه شيان وي او هغوی يې دقيامت په ورځ دالله له عذاب څخه دخلاصون په موخه وړاندې کړي؛ نو دغه فديه به ترې ونه منل شي او هغوی لره به دردوونکې سزا وي

يُرِيدُونَ أَن يَخْرُجُوا۟ مِنَ ٱلنَّارِ وَمَا هُم بِخَـٰرِجِينَ مِنْهَا ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌۭ مُّقِيمٌۭ ﴿٣٧﴾

دوی له اور څخه وتل غواړي کله چې ورته ورننوځي، خو لیکن داسې چیرته کیدلی شي؟! نو پس دوی هیڅکله هم ددې نه نشې وتلی، او دوی لره به په دې کې همیشني عذاب وي

وَٱلسَّارِقُ وَٱلسَّارِقَةُ فَٱقْطَعُوٓا۟ أَيْدِيَهُمَا جَزَآءًۢ بِمَا كَسَبَا نَكَـٰلًۭا مِّنَ ٱللَّهِ ۗ وَٱللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌۭ ﴿٣٨﴾

او غل سړی او غله ښځه عوڅ کړئ –ای واکدارانو- ښي لا س ددې دواړو بدله ده دوی لره او سزا ده دالله تعالی له طرفه په هغه وجه چې دې دواړو کومه ګناه کړي چې دخلکو مالونه يې په ناحقه سره اخیستي، او ویره ورکول هم دي دې دواړو لره او نورو خلکو لره هم، او الله تعالی چې دی زورور دی هیڅ شی پرې نشي غالب کیدلی، دحکمت والا دی په خپل تقدیر او شرع کې

فَمَن تَابَ مِنۢ بَعْدِ ظُلْمِهِۦ وَأَصْلَحَ فَإِنَّ ٱللَّهَ يَتُوبُ عَلَيْهِ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌ ﴿٣٩﴾

نو پس چاچې توبه وویستله الله تعالی ته دخپلې غلا څخه، او برابر یې کړ خپل عمل، نو بیشکه الله تعالی رجوع درحمت کوي په ده باندې دخپلې مهربانۍ له مخې؛ دا ځکه چې بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی دی دګناهونو دخپلو هغو بندګانو چې توبه یې ویستلې وي، رحم کوونکی دی په هغوی، لیکن دهغوی څخه حد نه کوزیږي په توبې سره کله چې خبره واکدار ته ورسیږي

أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ ٱللَّهَ لَهُۥ مُلْكُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ يُعَذِّبُ مَن يَشَآءُ وَيَغْفِرُ لِمَن يَشَآءُ ۗ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۭ ﴿٤٠﴾

بیشکه تاته پته ده –ای پیغمبره- چې یقینا خاص الله تعالی لره بادشاهي داسمانونو او دځمکې ده واک پکې چلوي څرنګه چې يې خوښه شي، او بیشکه الله تعالی عذاب ورکوي چاته وغواړي په انصاف سره، او بخښنه کوي چاته چې وغواړي په خپلې مهربانۍ سره، بیشکه الله تعالی په هر شي باندې قدرت لرونکی دی، هیڅ شی ترې نشې بچ کیدلی. مخ ۸ له ۲۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

۞ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلرَّسُولُ لَا يَحْزُنكَ ٱلَّذِينَ يُسَـٰرِعُونَ فِى ٱلْكُفْرِ مِنَ ٱلَّذِينَ قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا بِأَفْوَٰهِهِمْ وَلَمْ تُؤْمِن قُلُوبُهُمْ ۛ وَمِنَ ٱلَّذِينَ هَادُوا۟ ۛ سَمَّـٰعُونَ لِلْكَذِبِ سَمَّـٰعُونَ لِقَوْمٍ ءَاخَرِينَ لَمْ يَأْتُوكَ ۖ يُحَرِّفُونَ ٱلْكَلِمَ مِنۢ بَعْدِ مَوَاضِعِهِۦ ۖ يَقُولُونَ إِنْ أُوتِيتُمْ هَـٰذَا فَخُذُوهُ وَإِن لَّمْ تُؤْتَوْهُ فَٱحْذَرُوا۟ ۚ وَمَن يُرِدِ ٱللَّهُ فِتْنَتَهُۥ فَلَن تَمْلِكَ لَهُۥ مِنَ ٱللَّهِ شَيْـًٔا ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ لَمْ يُرِدِ ٱللَّهُ أَن يُطَهِّرَ قُلُوبَهُمْ ۚ لَهُمْ فِى ٱلدُّنْيَا خِزْىٌۭ ۖ وَلَهُمْ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌۭ ﴿٤١﴾

ه ای پیغمبره! خفګان کې دي وانه چوي تالره هغه څوک چې کوشش کوي په ښکاره کولو دکارونو دکفر کې ددې لپاره چې تا غصه کړي دمنافقانو څخه هغه کسان چې ښکاره کوي ایمان لره، او پټوي کفر لره. او خفګان کې دي وانه اچوي تا لره یهودیان هغه چې غوږونه ږدي دخپلو مشرانو درواغو ته او منې يې، په داسې حال کې چې تقلید کوونکي دي خپلو مشرانو لره هغه چې تاته نه دي راغلی دوجې دمخ اړولو ستا څخه، بدلوي دوی خبرې دالله تعالی چې په تورات کې دي په هغه ډول چې ددوی دخواهشاتو سره موافق وي، خپلو پیروانو ته وایې: که چیرته دمحمد فیصله ستاسو دخواهشاتو سره برابره شوه نو تابعداري یې وکړئ، او که چیرته یې مخالفه شوه نو بیا ترې ځان وساتئ، او هر هغه څوک چې الله تعالی یې ګمراه کیدل وغواړي دخلکو څخه نو هیچیري به ته بیانه مومې –ای پیغمبره- څوک چې واړوي ددوی نه ګمراهي او روان کړي دوی دحق لا رې ته، دغه کسان چې ددې صفتونه والا دي دیهودیانو او منافقانو څخه دا هغه کسان دي چې نه غواړي الله تعالی چې پاک کړي زړونه ددوی دکفر نه، ددوی لپاره په دنیا کې شرمندګي او رسوایې ده، او په اخرت کې به ددوی لپاره لوی عذاب وي، او هغه عذاب داور دی

سَمَّـٰعُونَ لِلْكَذِبِ أَكَّـٰلُونَ لِلسُّحْتِ ۚ فَإِن جَآءُوكَ فَٱحْكُم بَيْنَهُمْ أَوْ أَعْرِضْ عَنْهُمْ ۖ وَإِن تُعْرِضْ عَنْهُمْ فَلَن يَضُرُّوكَ شَيْـًۭٔا ۖ وَإِنْ حَكَمْتَ فَٱحْكُم بَيْنَهُم بِٱلْقِسْطِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلْمُقْسِطِينَ ﴿٤٢﴾

دا یهودیان دروغو ته ډیر غوږ کیښودونکي دي، ډیر خوړونکي دي حرام مال لره لکه سود، نو که چیرته تاته فیصله راوړي –ای پیغمبره- نو ته ددوی ترمنځ فیصله وکړه که ستا خوښه وي، او یا يې ترمنځ فیصله مه کوه که ستا خوښه وي، تا ته ددې دواړو کارونو اختیار شته، او که ته چیرته ددوی ترمنځ فیصله ونه کړي نو هیڅ ضرر تاته نشي دررسولی، او که چیرته ددوی تر منځ فیصله کوې نو فیصله وکړه ددوی ترمنځ په عدل او انصاف سره، اګر که دوی ظالمان او دښمنان دي، بیشکه الله تعالی خوښوي انصاف کوونکي په خپلو فیصلو کي، او اګر که دفیصلې والا دفیصله کوونکي (قاضي) دښمنان هم وي

وَكَيْفَ يُحَكِّمُونَكَ وَعِندَهُمُ ٱلتَّوْرَىٰةُ فِيهَا حُكْمُ ٱللَّهِ ثُمَّ يَتَوَلَّوْنَ مِنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ ۚ وَمَآ أُو۟لَـٰٓئِكَ بِٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿٤٣﴾

او یقینا ددوی کار خو عجیب دی، نو دوی په تا باندې کفر کوي، او بیا تاته فیصلې هم راوړي په دې امید چې شاید ته به ددوی دخواهشاتو موافق فیصله وکړې، او دوی چې دي ددوی سره تورات دی هغه چې ګمان کوي چې دوی پرې ایمان لري، په دې کې دالله تعالی فیصلې دي، بیا دوی مخ اړوي ستا دفیصلې څخه کله چې ددوی دخواهشاتو سره موافق نه وي، نو دوی یوځای کړ کفر په هغه څه چې ددوی په کتاب کې دی، او مخ اړول ستا دفیصلې څخه، او ددوی دا کار د مومنانو دکار په شان ندی، نو دوی په دغه وخت کې ایمان لرونکي ندي په تا باندې او په هغه دین چې تا پرې راتګ کړی دی

إِنَّآ أَنزَلْنَا ٱلتَّوْرَىٰةَ فِيهَا هُدًۭى وَنُورٌۭ ۚ يَحْكُمُ بِهَا ٱلنَّبِيُّونَ ٱلَّذِينَ أَسْلَمُوا۟ لِلَّذِينَ هَادُوا۟ وَٱلرَّبَّـٰنِيُّونَ وَٱلْأَحْبَارُ بِمَا ٱسْتُحْفِظُوا۟ مِن كِتَـٰبِ ٱللَّهِ وَكَانُوا۟ عَلَيْهِ شُهَدَآءَ ۚ فَلَا تَخْشَوُا۟ ٱلنَّاسَ وَٱخْشَوْنِ وَلَا تَشْتَرُوا۟ بِـَٔايَـٰتِى ثَمَنًۭا قَلِيلًۭا ۚ وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْكَـٰفِرُونَ ﴿٤٤﴾

ه بیشکه مونږ تورات نازل کړی په موسی –علیه السلام- په دې کې ښودنه ده دخیر طرف ته، او رڼا ده چې روښنایي پرې کیږي، فیصلې به کوي په دې باندې دبنی اسرائیلو پیغمبران هغه کسان چې الله تعالی ته يې غاړه کیښودې وه په تابعدارۍ سره، او فیصلې کوي په دې سره علما او فقها هغوی چې دخلکو روزنه یې کوله د دې وجې نه چې الله تعالی ترې طلب دحفاظت دخپل کتاب کړی وو، او دوی یې په دې باندې امانتدار ګرځولي وو چې ساتي به یې له تحریف او تبدیل څخه، او دوی په دې باندې ګواهي کوونکی وو چې دا حق دی، او دوی ته به خلک ورګرځیدل ددې په باره کې، نو تاسو مه ویریږئ –ای یهودیانو- دخلکو څخه او یواځې زما څخه وویریږئ، او تاسو مه اخلئ په عوض دفیصلې کولو په هغه شي چې الله تعالی نازل کړي دي قیمت لږ دمشرۍ یا مرتبې یا مال څخه، او څوک چې فیصله ونه کړي په هغه څه چې الله تعالی رانازل کړي دوحې نه او حلال ګڼونکی وي دی فیصلې دغیر الله لره، او یا دالله تعالی په رالیږل شوي کتاب باندې فیصلې کولو ته په بل شي باندې غوره والی ورکوي، او یا یې ورسره برابروي نو بیشکه دغه کسان همدغه په ریښتیا سره کافران دي. مخ ۹ له ۲۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَكَتَبْنَا عَلَيْهِمْ فِيهَآ أَنَّ ٱلنَّفْسَ بِٱلنَّفْسِ وَٱلْعَيْنَ بِٱلْعَيْنِ وَٱلْأَنفَ بِٱلْأَنفِ وَٱلْأُذُنَ بِٱلْأُذُنِ وَٱلسِّنَّ بِٱلسِّنِّ وَٱلْجُرُوحَ قِصَاصٌۭ ۚ فَمَن تَصَدَّقَ بِهِۦ فَهُوَ كَفَّارَةٌۭ لَّهُۥ ۚ وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّـٰلِمُونَ ﴿٤٥﴾

ه او مونږه فرض کړی وپه یهودیانو باندې په تورات کې دا حکم چې یقینا چاچې وواژه یو نفس لره په نا حقه سره قصدا نو هغه به پرې وژل کیږي، او چاچې راوویستله دچا سترګه قصدا نو دهغه سترګه به هم راویستل کیږي، او چاچې دچا پوزه قصدا غوڅه کړه دهغه پوزه به غوڅیږي، او چاچې قصدا دچا غوږ غوڅ کړ دهغه غوږ به هم غوڅیږي، او چاچې دچا غاښ قصدا وویست دهغه غاښ به هم ویستل کیږي، او مونږه دا هم فرض کړی وو په دوی باندې چې یقینا په هر یو زخم کې به زیاتی کوونکي ته سزا ورکول کیږي دهغه دزیاتي په شان، او چاچې صدقه وکړه په عفوې سره زیاتي کوونکي ته نو یقینا دهغه عفوه کفاره شوه دده دګناهونو؛ د وجې دعفوې دده نه هغه چاته چې ظلم یې پرې کړی وو، او چا چې فیصله ونه کړه په هغه څه چې الله تعالی رالیږلی دقصاص باره کې او یا دنورو شیانو باره کې، نو یقینا دا کس تیریدونکی دی دالله تعالی دپولو څخه

وَقَفَّيْنَا عَلَىٰٓ ءَاثَـٰرِهِم بِعِيسَى ٱبْنِ مَرْيَمَ مُصَدِّقًۭا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ ٱلتَّوْرَىٰةِ ۖ وَءَاتَيْنَـٰهُ ٱلْإِنجِيلَ فِيهِ هُدًۭى وَنُورٌۭ وَمُصَدِّقًۭا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ ٱلتَّوْرَىٰةِ وَهُدًۭى وَمَوْعِظَةًۭ لِّلْمُتَّقِينَ ﴿٤٦﴾

دبني اسرائيلو په نبيانو پسې مو عيسی دمريم زوی ور ولېږلو چې پر هغه څه يې ايمان لرلو کوم چې په تورات کې دي او پرېکړه يې پرې کوله او هغه ته مو داسې انجيل ورکړ چې حق ته پر لا رښوونه او له دليلونو څخه دشبهاتو په لېرې کولو مشتمل و، دحکمونو ستونزې يې حلولې، او له لږ هغې برخې پرته چې کوم حکمونه يې منسوخ شوي په نورو شيانو کې دهغه څه موافق وچې په تورات کې مخکې نازل شوي وو او انجيل مو داسې لا رښوونه وګرځوله چې ځان ساتونکي لا رښوونه پرې ترلاسه کوي او له هغه څه منع کوونکي وچې پر هغوی يې ناروا کړي وو

وَلْيَحْكُمْ أَهْلُ ٱلْإِنجِيلِ بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فِيهِ ۚ وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْفَـٰسِقُونَ ﴿٤٧﴾

او ایمان دې راوړي نصارا په هغه څه چې رالیږلي وو الله تعالی په انجیل کې، او په هغه دې فیصلې وکړي -په هغه څه کې چې راتګ یې پرې کړی وو دریښتیاوو نه؛ مخکې درالیږلو دمحمد صلی الله علیه وسلم نه دوی ته-، او چا چې فیصله ونکړه په هغه څه چې الله تعالی رالیږلی نو دغه کسان وتونکي دې دالله تعالی د تابعدارۍ څخه، پریښودونکي دي حق لره، کږیدونکي دي باطل طرف ته

وَأَنزَلْنَآ إِلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبَ بِٱلْحَقِّ مُصَدِّقًۭا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ ٱلْكِتَـٰبِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ ۖ فَٱحْكُم بَيْنَهُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ ۖ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَآءَهُمْ عَمَّا جَآءَكَ مِنَ ٱلْحَقِّ ۚ لِكُلٍّۢ جَعَلْنَا مِنكُمْ شِرْعَةًۭ وَمِنْهَاجًۭا ۚ وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةًۭ وَٰحِدَةًۭ وَلَـٰكِن لِّيَبْلُوَكُمْ فِى مَآ ءَاتَىٰكُمْ ۖ فَٱسْتَبِقُوا۟ ٱلْخَيْرَٰتِ ۚ إِلَى ٱللَّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًۭا فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ ﴿٤٨﴾

ه او نازل کړی مونږ تاته -ای پیغمبره!- قران کریم په رښتیا سره چې هيڅ شک او شبهه پکې نشته چې دا دالله تعالی له طرفه دی، تصدیق کوونکی دی هغو کتابونو لره چې ددې نه مخکې نازل شوي، او امانت دار (ساتونکی) دی په هغو باندې، نو چې کوم شي کې ورسره برابر ونو هغه به حق وي، او په کوم شي کې چې يې مخالف وو نو هغه به باطل وي، نو ته فیصلې کوه دخلکو تر منځ په هغه څه چې الله تعالی تاته په دې کې رالیږلی، او ته تابعداري مه کوه دخواهشاتو دهغوی هغه چې هغوی نیولې هغو لره، پریښودونکی دي هغه څه لره چې په تا باندې نازل شوی دحق نه هغه چې هیڅ شک پکې نشته، او بیشکه مونږ ګرځولی هر یو امت لره شریعت دعملي قواعدو اولا ره ښکاره چې هغوی پرې تللی شي، او که چیرته الله تعالی غوښتلی وی چې په دنیا کې یواځې یو شریعت وی نو خامخا به یې داسې کړی وی، لیکن الله تعالی هر یو امت لره جدا جدا شریعت ګرځولی؛ ددې لپاره چې په ټولو باندې ازمیښت وکړي نو ښکاره کړي (جدا کړي) تابعدار دګناهګار نه، نو تاسو وړاندې والی وکړئ دیو بل نه دنیکو کارونو کولو ته او پريښودلو دبدو کارونو، خاص یواځې الله تعالی ته ستاسو ورګرځیدل دي دقیامت په ورځ، او خامخا خبر به درکړي تاسو ته په هغه څه چې تاسو پکې اختلاف کوئ، او بدلې به درکړي تاسو ته په هغو عملونو چې تاسو مخکې کړي دي

وَأَنِ ٱحْكُم بَيْنَهُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَآءَهُمْ وَٱحْذَرْهُمْ أَن يَفْتِنُوكَ عَنۢ بَعْضِ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ إِلَيْكَ ۖ فَإِن تَوَلَّوْا۟ فَٱعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ ٱللَّهُ أَن يُصِيبَهُم بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ ۗ وَإِنَّ كَثِيرًۭا مِّنَ ٱلنَّاسِ لَفَـٰسِقُونَ ﴿٤٩﴾

او ته فیصلې کوه -ای پیغمبره- ددوی ترمنځ په هغه وحي چې الله تعالی تاته رالیږلې، او ته تابعداري مه کوه ددوی دارزوګانو هغه چې ددوی دخواهشاتو دتابعدارۍ نه راپیدا شوي، او ویریږه (ځان ساته) ددوی نه ددې خبرې نه چې هسې نه چې واړوي تالره دبعضې هغه څه نه چې الله تعالی په تا باندې رالیږلی، نو هیڅکله دوی مخ ۱۰ له ۲۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر خپلې هڅې نه کموي په کیدلو ددې کار کې، نو که چیرته دوی مخ واړاوه دقبلولو دفیصلې نه په هغه څه چې تاته الله تعالی رالیږلي نو پوه شه چې بیشکه الله تعالی غواړي چې سزا ورکړي دوی ته په بعضو ګناهونو ددوی سزا ددنیا، او په ټولو ګناهونو به سزا ورکوي په اخرت کې، او بیشکه ډیر دخلکو نه خامخا وتونکي دي دالله تعالی دتابعدارۍ نه

أَفَحُكْمَ ٱلْجَـٰهِلِيَّةِ يَبْغُونَ ۚ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ ٱللَّهِ حُكْمًۭا لِّقَوْمٍۢ يُوقِنُونَ ﴿٥٠﴾

ایا دوی مخ اړوي ستا دفیصلې نه په داسې حال کې غوښتونکي دي فیصلې دجاهلیت والاو دبوتانو دعبادت کوونکو نه هغه کسان چې دخپلو خواهشاتو مطابق فیصلې کوي؟! نو هیڅوک نشته ښایسته فیصله کوونکی دالله تعالی څخه دیقین والاو په نیز هغه کسان چې پوهیږي دالله تعالی له طرفه په هغه څه چې په خپل پیغمبر یې نازل کړي، نه دناپوهۍ او خواهشاتو والا هغه چې نه قبلوي مګر هغه څه چې ددوی دخواهشاتو سره مناسب وي او اګر که باطل هم وي

۞ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَتَّخِذُوا۟ ٱلْيَهُودَ وَٱلنَّصَـٰرَىٰٓ أَوْلِيَآءَ ۘ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍۢ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُۥ مِنْهُمْ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٥١﴾

ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی په الله تعالی او دهغه په پیغمبر! تاسو مه جوړوئ دیهودیانو او نصاروو څخه حلیفان او خاص دوستان چې ملګرتیا ورسره کوئ، نو یهودیان بیشکه دخپل دین والاو سره دوستانه کوي، او نصاری دخپل ملت والاو سره دوستانه کوي، او ستاسو سره دښمني کول دا دواړه ډلې سره یوځاي کوي، او چاچې ورسره دوستانه وکړه ستاسو څخه نو یقینا دا کس دهغو دډلې نه شو، بیشکه الله تعالی هدایت نه کوي ظالم قوم ته په سبب ددوستۍ دهغوی دکافرانو سره

فَتَرَى ٱلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌۭ يُسَـٰرِعُونَ فِيهِمْ يَقُولُونَ نَخْشَىٰٓ أَن تُصِيبَنَا دَآئِرَةٌۭ ۚ فَعَسَى ٱللَّهُ أَن يَأْتِىَ بِٱلْفَتْحِ أَوْ أَمْرٍۢ مِّنْ عِندِهِۦ فَيُصْبِحُوا۟ عَلَىٰ مَآ أَسَرُّوا۟ فِىٓ أَنفُسِهِمْ نَـٰدِمِينَ ﴿٥٢﴾

ى نو ته به ووینې -ای پیغمبره- منافقان دکمزوري ایمان والا ځغلي به دوستانې دیهودو او نصاراو ته داسې به وایې: مونږ ویریږو ددې نه چې دوی به کامیاب شي، او د دوی غلبه به شي؛ نو مونږ ته به بیا ددوی څخه څه ضرر راورسیږي، نو نژدې ده چې الله تعالی به ورکړي کامیابي (بری) خپل پیغمبر او مومنانو ته، او یا به راتګ وکړي په یو بل حکم سره دخپل طرفه چې په هغه سره به دیهودیانو او دهغوی ددوستانو حمله او غلبه دفع شي، نو وبه ګرځي هغه جلتي کوونکي ددوی دوستانې ته پښیمانه په هغه نفاق چې په خپلو زړونو کې یې پټ کړی و؛ دوجې دباطلیدو دهغه کمزوري سبب نه چې دوی ورپسې نښتي وو

وَيَقُولُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَهَـٰٓؤُلَآءِ ٱلَّذِينَ أَقْسَمُوا۟ بِٱللَّهِ جَهْدَ أَيْمَـٰنِهِمْ ۙ إِنَّهُمْ لَمَعَكُمْ ۚ حَبِطَتْ أَعْمَـٰلُهُمْ فَأَصْبَحُوا۟ خَـٰسِرِينَ ﴿٥٣﴾

خسرين او وایې به مومنان خلک تعجب به کوي دمنافقانو په حال باندې: آیا دا دې هغه خلک چې قسمونه یې کول مضبوطول یې خپل قسمونه: یقینا دوی خامخا ستاسو سره دي -ای مومنانو- په ایمان او کامیابۍ او دوستۍ کې؟! برباد شول عملونه ددوی، نو دوی وروګرځیدل تاوانیان دوجې دنه رسیدلو نه خپل هدف ته، او په سبب د هغه عذاب چې دوی له تیار شوی دی

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَن يَرْتَدَّ مِنكُمْ عَن دِينِهِۦ فَسَوْفَ يَأْتِى ٱللَّهُ بِقَوْمٍۢ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُۥٓ أَذِلَّةٍ عَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى ٱلْكَـٰفِرِينَ يُجَـٰهِدُونَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَلَا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لَآئِمٍۢ ۚ ذَٰلِكَ فَضْلُ ٱللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَآءُ ۚ وَٱللَّهُ وَٰسِعٌ عَلِيمٌ ﴿٥٤﴾

ه ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! څوک چې ستاسو څخه وګرځي دخپل دین څخه کفر ته نو زر دی چې رابه ولي الله تعالی یو قوم ددوی په ځای باندې چې الله تعالی به ورسره مینه کوي او دوی به دالله تعالی سره مینه کوي ددوی داستقامت دوجې نه، رحم کوونکی به وي په مسلمانانو باندې سختي کوونکی به وي په کافرانو باندې، جهاد به کوي په خپلو مالونو او خپلو نفسونو ددې لپاره چې دالله تعالی کلمه اوچته شي، او نه ویریږي دملامتیا دملامت کوونکي نه؛ دوجې د مخکې کولو درضا دالله تعالی دمخلوقاتو په رضا باندې، دا دالله تعالی دورکړو څخه ده چې ورکوي یې چاته چې یې خوښه شي دخپلو بندګانو څخه، او الله تعالی دپراخه فضل او مهربانۍ والا دی، پوهه دی په هغه چا چې مستحق وي ددې دفضل؛ نو هغه ته يې ورکوي، او هغه څوک چې يې مستحق نه وي نو هغه ترې محروموي. مخ ۱۱ له ۲۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱلَّذِينَ يُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤْتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَهُمْ رَٰكِعُونَ ﴿٥٥﴾

نه دي یهودیان او نه نصاری او نه نور دکافرانو څخه ستاسو دوستان، بلکې ستاسو دوست او مددګار الله تعالی دی او دهغه پیغمبر دی، او مومنان دي هغه خلک چې لمونځ پوره پوره ادا کوي، او دخپلو مالونو زکاتونه هم ورکوي او دوی الله تعالی ته عاجزي کوونکي دي تابعدار هم دي

وَمَن يَتَوَلَّ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ فَإِنَّ حِزْبَ ٱللَّهِ هُمُ ٱلْغَـٰلِبُونَ ﴿٥٦﴾

او چاچې دوستانه وکړه دالله تعالی سره او دهغه دپیغمبر سره او دمومنانو سره په کومک کولو، نو یقینا دا دالله تعالی دډلې څخه دی، او دالله تعالی ډله چې ده هم دوی کامیاب دي؛ ځکه چې الله تعالی ددوی مددګار دی

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَتَّخِذُوا۟ ٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُوا۟ دِينَكُمْ هُزُوًۭا وَلَعِبًۭا مِّنَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَـٰبَ مِن قَبْلِكُمْ وَٱلْكُفَّارَ أَوْلِيَآءَ ۚ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿٥٧﴾

ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! مه نیسئ هغو کسانو لره چې مسخرې کوي ستاسو په دین پورې، او لوبې پرې کوي دهغه کسانو نه چې کتاب ورته ورکړی شوی مخکې ستاسو نه دیهودو او نصاراوو او مشرکانو نه حلیفان او خاص دوستان، او وویریږئ دالله تعالی څخه په ځان ساتلو سره دهغه څه نه چې تاسو یې ترې منع کړی یاست ددوستۍ دهغوی نه که چیرته تاسو په هغه باندې ایمان لرونکي یاست، او په هغه څه باندې چې په تاسو یې رانازل کړي دي

وَإِذَا نَادَيْتُمْ إِلَى ٱلصَّلَوٰةِ ٱتَّخَذُوهَا هُزُوًۭا وَلَعِبًۭا ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌۭ لَّا يَعْقِلُونَ ﴿٥٨﴾

او همدارنګه دوی مسخرې او لوبې کوي کله چې تاسو لمانځه لپاره آذان وکړئ هغه چې الله تعالی ته دنزدیکت ډیر لوی سبب دی، دا په دې وجه چې دوی داسې یو قوم دی چې نه پوهیږي دالله تعالی له طرفه دهغه دعبادت په معناګانو او دهغه په هغه قوانینو او احکامو چې خلکو لره یې مقرر کړي

قُلْ يَـٰٓأَهْلَ ٱلْكِتَـٰبِ هَلْ تَنقِمُونَ مِنَّآ إِلَّآ أَنْ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيْنَا وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبْلُ وَأَنَّ أَكْثَرَكُمْ فَـٰسِقُونَ ﴿٥٩﴾

فسقون ته ووایه -ای پیغمبره-! دې مسخره کوونکو ته دکتاب والاو نه: تاسو عیب نه ګڼئ مونږ لره مګر ایمان لرل زمونږ په الله تعالی او په هغه کتاب چې مونږ ته نازل شوی، او په هغه کتاب چې نازل شوی مخکې زمونږ نه، او په وجه دایمان زمونږ په دې خبره چې بیشکه ډیر ستاسو نه وتونکي دي دالله تعالی دتابعدارۍ نه په پريښودلو د ایمان او په نه عملې کولو دحکمونو؟! نو هغه څه چې تاسو یې په مونږ باندې عیب لګوئ حقیقت کې صفت دی مونږ لره، او بدې نه ده

قُلْ هَلْ أُنَبِّئُكُم بِشَرٍّۢ مِّن ذَٰلِكَ مَثُوبَةً عِندَ ٱللَّهِ ۚ مَن لَّعَنَهُ ٱللَّهُ وَغَضِبَ عَلَيْهِ وَجَعَلَ مِنْهُمُ ٱلْقِرَدَةَ وَٱلْخَنَازِيرَ وَعَبَدَ ٱلطَّـٰغُوتَ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ شَرٌّۭ مَّكَانًۭا وَأَضَلُّ عَن سَوَآءِ ٱلسَّبِيلِ ﴿٦٠﴾

اې رسوله ووايه! آيا پر هغه څه خبر درنه کړم چې تر هغوی زيات دعيب والا او تر دغو دسختې سزا والا دي، پرته له شکه هغوی يې پخواني دي، چې الله له خپلې لورېينې لېرې کړي دي او پر هغوی يې غضب کړی دی او له مسخې وروسته يې بېزوګان او خوګان ګرځولي دي او ځينې يې ترې دطاغوت لمانځونکي ګرځولي دي، او طاغوت هر هغه څه ته ويل کيږي چې له الله پرته په خوښۍ لمانځل کيږي، دغه يادشوي کسان به دقيامت په ورځ دبدې مرتبې والا او له نېغې لا رې څخه تر ټولو زیاته ګمراه کوونکي هڅه وي

وَإِذَا جَآءُوكُمْ قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا وَقَد دَّخَلُوا۟ بِٱلْكُفْرِ وَهُمْ قَدْ خَرَجُوا۟ بِهِۦ ۚ وَٱللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا كَانُوا۟ يَكْتُمُونَ ﴿٦١﴾

او کله چې راشي تاسو ته -ای مومنانو-! منافقان ددوی نه نو ښکاره کړي تاسو ته ایمان ددوی دمنافقت له وجې نه، او حال دا دی چې دوی دننوتلو او وتلو په وخت کې پیوست وو په کفر پسې هیڅ ترې جدا کیدلی نه شو، او الله تعالی ډیر پوهه دی په هغه څه چې دوی یې پټوي دکفر نه اګر که تاسو ته ایمان ښکاره کوي، او خامخا به ورله په دې سزا ورکړي. مخ ۱۲ له ۲۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَتَرَىٰ كَثِيرًۭا مِّنْهُمْ يُسَـٰرِعُونَ فِى ٱلْإِثْمِ وَٱلْعُدْوَٰنِ وَأَكْلِهِمُ ٱلسُّحْتَ ۚ لَبِئْسَ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿٦٢﴾

او ته به وینې -ای پیغمبره- ډیر دیهودیانو او منافقانو نه چې تلوار به کوي کولو دګناه ته لکه دروغ ویل او تیرې کول په نورو خلکو باندې په ظلم سره او تلوار به کوي خوړلو دمالونو دخلکو ته په حرامه طریقه، ډیر بد دی هغه کار چې دوی یې کوي

لَوْلَا يَنْهَىٰهُمُ ٱلرَّبَّـٰنِيُّونَ وَٱلْأَحْبَارُ عَن قَوْلِهِمُ ٱلْإِثْمَ وَأَكْلِهِمُ ٱلسُّحْتَ ۚ لَبِئْسَ مَا كَانُوا۟ يَصْنَعُونَ ﴿٦٣﴾

ولی نه رټل (نه منع کول) دوی لره امامانو ددوی او عالمانو ددوی دهغه څه نه چې دوی ورته جلتي (تلوار) کاوه دوینا ددروغو نه او ددروغو دګواهۍ نه او دخوړلو د مالونو دخلکو په ناروا طریقې سره، یقینا ډیر بد دی دا کار ددوی دامامانو او عالمانو هغو چې دوی یې دبدو څخه نه منع کول

وَقَالَتِ ٱلْيَهُودُ يَدُ ٱللَّهِ مَغْلُولَةٌ ۚ غُلَّتْ أَيْدِيهِمْ وَلُعِنُوا۟ بِمَا قَالُوا۟ ۘ بَلْ يَدَاهُ مَبْسُوطَتَانِ يُنفِقُ كَيْفَ يَشَآءُ ۚ وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًۭا مِّنْهُم مَّآ أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ طُغْيَـٰنًۭا وَكُفْرًۭا ۚ وَأَلْقَيْنَا بَيْنَهُمُ ٱلْعَدَٰوَةَ وَٱلْبَغْضَآءَ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۚ كُلَّمَآ أَوْقَدُوا۟ نَارًۭا لِّلْحَرْبِ أَطْفَأَهَا ٱللَّهُ ۚ وَيَسْعَوْنَ فِى ٱلْأَرْضِ فَسَادًۭا ۚ وَٱللَّهُ لَا يُحِبُّ ٱلْمُفْسِدِينَ ﴿٦٤﴾

او وائې یهودیان هر کله چې ورته ورسیده سختي (تکلیف) او قحط (وچکالي): لا س دالله تعالی بند کړی شوي دي دورکولو دخیر او خیرات نه، بند کړی يې دي زمونږ نه هغه څه چې دهغه سره دي، خبردار! بند شوي دي لا سونه ددوی دخیر کار او دخیرات نه، او دوی شړل شوي دالله تعالی درحمت نه ددې وینا په وجه، بلکې لا سونه دالله تعالی پراخه دي په خیر او خیرات سره، خرچ کوي څرنګه چې وغواړي، پراخې هم راولي او تنګدستي هم راولي، هیڅوک په هغه باندې منع کوونکی نشته او نه پرې زورور شته، او نه زیاتوي یهودیانو لره هغه څه چې تاته نازل شوی -ای پیغمبره- مګر تیریدل دحد نه او انکار کول؛ دا دهغه حسد دوجې نه چې په دوی کې دی، او مونږ اچولې دیهودیانو دډلو ترمنځ ښکاره دښمني او کینه دزړونو، هر کله چې دوی دجنګ لپاره راجمع شي، او هغه ته تیاری وکړي، او یا پټې جرګې او مشورې وکړي دجنګ دګرمولو لپاره الله تعالی يې ټولګی او ډلې خورې ورې کړي، او دهغوی قوت ختم کړي، او همیشه دوي کوشش کوي په کولو د هغه څه کې چې فساد په کې وي په ځمکه کې دکوشش کولو نه په باطلولو داسلام کې او چلونه جوړول هغه ته، او الله تعالی نه خوښوي دفساد والا

وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ ٱلْكِتَـٰبِ ءَامَنُوا۟ وَٱتَّقَوْا۟ لَكَفَّرْنَا عَنْهُمْ سَيِّـَٔاتِهِمْ وَلَأَدْخَلْنَـٰهُمْ جَنَّـٰتِ ٱلنَّعِيمِ ﴿٦٥﴾

او که چیرته یهودو او نصارو ایمان راوړی وي په هغه څه چې محمد صلی الله علیه وسلم پرې راتګ کړی دی، او ویریدلی وي دالله تعالی څخه په ځان ساتلو د ګناهونو نه، نو خامخا مونږ به لرې کړی وی ددوی نه هغه ګناهونه چې دوی کړي او اګر که ډیر دي، او خامخا مونږ به داخل کړی وی دوی دقیامت په ورځ جنتونو د نعمتونو ته، دوی به په هغې کې مزې او خوندونه اخیستلی دداسې نعمتونو نه چې نه به ختمیږي

وَلَوْ أَنَّهُمْ أَقَامُوا۟ ٱلتَّوْرَىٰةَ وَٱلْإِنجِيلَ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيْهِم مِّن رَّبِّهِمْ لَأَكَلُوا۟ مِن فَوْقِهِمْ وَمِن تَحْتِ أَرْجُلِهِم ۚ مِّنْهُمْ أُمَّةٌۭ مُّقْتَصِدَةٌۭ ۖ وَكَثِيرٌۭ مِّنْهُمْ سَآءَ مَا يَعْمَلُونَ ﴿٦٦﴾

او که چیرته یهودیانو عمل کړی وی په هغه څه چې په تورات کې دي، او نصاراو عمل کړی وی په هغه څه چې په انجیل کې دي، او دوی ټولو عمل کړی وی په هغه څه چې په دوی باندې نازل شوي دقران کریم څخه -نو خامخا ما به اسان کړی وی دوی ته درزق سببونه اولا رې دراورولو دبارانونو نه او دزرغونولو دځمکې نه، او داهل کتابو نه بعضې درمیانه په حق باندې ثابت خلک شته، او ډیر ددوی نه چې دي بد دی عمل دهغوی دایمان دنه لرلو دوجې نه

۞ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلرَّسُولُ بَلِّغْ مَآ أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ ۖ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُۥ ۚ وَٱللَّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ ٱلنَّاسِ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿٦٧﴾

ای پیغمبره! خبر کړه خلک په هغه څه چې نازل شوي تاته ستا درب له طرفه پوره پوره، او دهغه نه هیڅ شي هم مه پټوه، نو که تا دهغه نه څه شی پټ کړل نو یقینا ته بیا نه ئې پیغام رسوونکی ستا درب (او بیشکه پیغمبر صلی الله علیه وسلم رسولي ټول هغه څه چې هغه ته یې په رسولو امر شوی و، نو څوک چې ددې برعکس ګمان کوي نو یقینا دې کس په الله تعالی غټ دروغ وویل)، او الله تعالی تا ساتي دخلکو نه وروسته ددې ورځې نه، نو تاته په بدې در رسیدل نشي کولی، نو په تا نشته مګر رسول ددین، او الله تعالی توفیق نه ورکوي هدایت طرف ته کافرانو لره هغه کسان چې هدایت نه غواړي. مخ ۱۳ له ۲۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

قُلْ يَـٰٓأَهْلَ ٱلْكِتَـٰبِ لَسْتُمْ عَلَىٰ شَىْءٍ حَتَّىٰ تُقِيمُوا۟ ٱلتَّوْرَىٰةَ وَٱلْإِنجِيلَ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُمْ ۗ وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًۭا مِّنْهُم مَّآ أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ طُغْيَـٰنًۭا وَكُفْرًۭا ۖ فَلَا تَأْسَ عَلَى ٱلْقَوْمِ ٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿٦٨﴾

ته ووایه -ای پیغمبره-: نه یاستۍ تاسو -ای یهودیانو او نصاراو- په هیڅ شي باندې ددین نه چې یقین پرې کیدلی شي تر دې چې تاسو عمل وکړئ په هغه څه چې په تورات او انجیل کې دي، او عمل وکړئ په هغه څه چې نازل شوي په تاسو باندې دقران کریم نه هغه چې نه صحي کیږي ستاسو ایمان مګر په ایمان راوړلو سره په هغه باندې، او په عمل کولو سره په هغه څه چې دې کې دي، او خامخا زیاتوي به ډیرو اهل کتابو لره هغه وحي (قران) چې تاته نازل شوی سرکشي سره دسرکشۍ نه، او کفر سره دکفر نه، دهغه حسد دوجې نه چې دوی پکې دي، نو ته مه غمجن کیږه په دې قوم کافرانو باندې، او په هغو مومنانو کې چې ستا ملګرتیا کوي تالره بسنه او پوره والی دي

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَٱلَّذِينَ هَادُوا۟ وَٱلصَّـٰبِـُٔونَ وَٱلنَّصَـٰرَىٰ مَنْ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ وَعَمِلَ صَـٰلِحًۭا فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿٦٩﴾

عليهم ولا هم يحزنون یقینا مومنان او یهودیان او صابئین (چې دا یوه ډله ده دبعضې پیغمبرانو دتابعدارانو نه) او نصرانیان، چاچې ایمان راوړو ددوی نه په الله تعالی او په ورځ دقیامت او عمل یې وکړ نیک، نو نه به وي ویره په دوی باندې په راتلونکي وخت کې، او نه به دوی غمجن وي په هغه څه چې ددوی نه په دنیا کې پاتي شوي وي

لَقَدْ أَخَذْنَا مِيثَـٰقَ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ وَأَرْسَلْنَآ إِلَيْهِمْ رُسُلًۭا ۖ كُلَّمَا جَآءَهُمْ رَسُولٌۢ بِمَا لَا تَهْوَىٰٓ أَنفُسُهُمْ فَرِيقًۭا كَذَّبُوا۟ وَفَرِيقًۭا يَقْتُلُونَ ﴿٧٠﴾

وفر يقا يقتلون له بني اسرائيلو څخه مو داورېدنې او پيروۍ په اړه ټینګې ژمنې واخېستې او هغوی ته مو رسولان ور ولېږل ترڅو دالله شريعت ورته ورسوي، خو هغوی هغه ژمنه ماته کړه چې ورڅخه اخیستل شوې وه، او دهغه څه پیروي یې وکړه چې دهغوی نفسونو غوښتل - لکه - له هغه څه څخه مخنیوی چې پیغمبرانو ورته راوړي وو، او ځینې - پیغمبران - یې درواغجن وګڼل او ځینې نور یې ووژل

وَحَسِبُوٓا۟ أَلَّا تَكُونَ فِتْنَةٌۭ فَعَمُوا۟ وَصَمُّوا۟ ثُمَّ تَابَ ٱللَّهُ عَلَيْهِمْ ثُمَّ عَمُوا۟ وَصَمُّوا۟ كَثِيرٌۭ مِّنْهُمْ ۚ وَٱللَّهُ بَصِيرٌۢ بِمَا يَعْمَلُونَ ﴿٧١﴾

او دوی ګمان کاوه چې یقینا ماتول ددوی عهدونو او لوظونو لره، او دروغجن ګڼل ددوی پیغمبرانو لره، او وژل ددوی پیغمبرانو لره په دې باندې دوی ته هیڅ ضرر نشي رسیدلی، نو ددې په وجه دوی ته هغه څه ورسیدل چې دوی یې هیڅ ګمان نه وکړی، نو دوی دحق نه ړانده شول، نو دحق لا ره نشي موندلی، او دوی کاڼه شول داوریدلو دحق نه په اوریدلو دقبلیدلو، بیا الله تعالی په دوی باندې رجوع درحمت وکړه دخپلې مهربانۍ دوجې نه، بیا ددې نه وروسته دوی دحق نه ړانده شول، او دحق داوریدلو نه کاڼه شول، دا کار په دوی کې دډیرو سره وشو، او الله تعالی لیدونکی دی هغو کارونو لره چې دوی یې کوي، په هغه باندې هیڅ شی پټ نشې پاتی کیدلی، او خامخا به ورله پرې بدله ورکوي

لَقَدْ كَفَرَ ٱلَّذِينَ قَالُوٓا۟ إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْمَسِيحُ ٱبْنُ مَرْيَمَ ۖ وَقَالَ ٱلْمَسِيحُ يَـٰبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ رَبِّى وَرَبَّكُمْ ۖ إِنَّهُۥ مَن يُشْرِكْ بِٱللَّهِ فَقَدْ حَرَّمَ ٱللَّهُ عَلَيْهِ ٱلْجَنَّةَ وَمَأْوَىٰهُ ٱلنَّارُ ۖ وَمَا لِلظَّـٰلِمِينَ مِنْ أَنصَارٍۢ ﴿٧٢﴾

ه ى بیشکه کفر کړی نصاراو هغوی چې ویونکي دي چې بیشکه الله تعالی چې دی هغه مسیح بن مریم دی؛ دوجې دنسبت ددوی دالوهیت(دالله نه غیر بل څوک د عبادت مشتحق ګڼل) غیر الله ته، سره ددې نه چې په خپله مسیح بن مریم دوی ته ویلی وو: ای بنی اسرایلو یوازې دالله تعالی بندګي وکړئ، نو هغه رب زما دی او رب ستاسو دی، مونږ او تاسو ټول دهغه په بندګۍ کې برابر یو، دا ځکه هر چا چې شریک جوړ کړ دالله تعالی سره بل څوک نو یقینا الله تعالی بند کړي په هغه باندې ننوتل دجنت دهمیش لپاره، او ځاې داوسیدو دهغه اور دجهنم دی، او نشته ده لره څوک مدد کوونکی دالله تعالی سره او نه څوک ملګری، او نه څوک خلاصوونکی چې خلاص کړي ده لره دهغه عذاب نه چې دا یې انتظار کوي. مخ ۱۴ له ۲۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

لَّقَدْ كَفَرَ ٱلَّذِينَ قَالُوٓا۟ إِنَّ ٱللَّهَ ثَالِثُ ثَلَـٰثَةٍۢ ۘ وَمَا مِنْ إِلَـٰهٍ إِلَّآ إِلَـٰهٌۭ وَٰحِدٌۭ ۚ وَإِن لَّمْ يَنتَهُوا۟ عَمَّا يَقُولُونَ لَيَمَسَّنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿٧٣﴾

كفروامنهم عذاب أليم بیشکه کفر کړی نصاراو هغوی چې ویونکي دي: چې بیشکه الله تعالی ددریو نه جوړ دی، چې هغوی دا دي: پلار او زوی، او روح القدس، اوچت دی الله تعالی د دوی ددې خبرې نه په ډیر اوچتوالي سره، نو ندی الله تعالی څو دانې، بلکې هغه یو ذات دی هیڅ شریک ورله نشته، او که دوی دخپلې دې بدی وینا څخه بند نه شول نو خامخا وبه رسیږي دوی ته عذاب دردناک

أَفَلَا يَتُوبُونَ إِلَى ٱللَّهِ وَيَسْتَغْفِرُونَهُۥ ۚ وَٱللَّهُ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿٧٤﴾

آیا نه ګرځي دوی دخپلې دې وینا څخه توبه ایستونکي الله تعالی ته، او وغواړي دهغه څخه بخښنه دوجې دهغه دشرک نه چې دوی دهغه سره جوړ کړی و؟! او بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی دی هغه چاته چې توبه ورته وباسي چې هر قسمه ګناه وي، او اګر که دا ګناه په الله تعالی کفر هم وي، مهربانه دی په مومنانو باندې

مَّا ٱلْمَسِيحُ ٱبْنُ مَرْيَمَ إِلَّا رَسُولٌۭ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ ٱلرُّسُلُ وَأُمُّهُۥ صِدِّيقَةٌۭ ۖ كَانَا يَأْكُلَانِ ٱلطَّعَامَ ۗ ٱنظُرْ كَيْفَ نُبَيِّنُ لَهُمُ ٱلْـَٔايَـٰتِ ثُمَّ ٱنظُرْ أَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ ﴿٧٥﴾

نه دی مسیح بن مریم مګر یو پیغمبر دنورو پیغمبرانو له ډلې نه، راځې په دې باندې هغه څه چې نورو پیغمبرانو ته راځې دمرګ نه، او مور دهغه مریم –علیها السلام- ډیره رشتیا ویونکې او تصدیق کوونکې وه، او دا دواړه خواړه هم خوري دوجې دحاجت ددوی نه دې خوراک ته، نو څرنګه دا دواړه لایق دبندګۍ کیدلی شي سره دحاجت ددوی نه خوراک ته؟! نو ته وګوره –ای پیغمبره- په غور کتلو سره: څرنګه مونږ دوی ته په وحدانیت باندې ښکاره آیاتونه بیانوو، او په باطلوالي د هغه څه چې دوی پکې دي دزیاتی کولو نه په نسبت کولو دالوهیت پغیر دالله جلاله څخه بل چاته، او دوی سره ددې بیا هم لدې ایاتونو نه انکار کوي، بیا یو ځل وګوره په کتلو دغور او سوچ سره: څرنګه دوی اړولی شي دحق نه په اړولو؛ سره ددې ښکاره آیاتونور نه چې دلالت کوونکي دي دالله تعالی په یووالي باندې

قُلْ أَتَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّۭا وَلَا نَفْعًۭا ۚ وَٱللَّهُ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ ﴿٧٦﴾

ته ووایه –ای پیغبره- دلیل بیانوونکی په دوی باندې په عبادت ددوی کې دغیر الله لپاره: ایا تاسو بندګي کوئ دهغه چا چې تاسو ته فایده نشې دررسولی، او نه ستاسو څخه څه ضرر بندولی شي؟! نو هغه عاجز (ناچاره) دی، او الله تعالی پاک دی دعجز (ناچارۍ) څخه، او الله تعالی چې دی یوازې هماغه ستاسو دویناګانو اوریدونکی دی، نو هیڅ شي ترې نه نشې پاتې کیدلی، پوهه دی ستاسو په کارونو، نو په هغه باندې هیڅ شي ددې نه پټ نشي پاتی کیدلی، او خامخا به درله پرې بدله درکوي

قُلْ يَـٰٓأَهْلَ ٱلْكِتَـٰبِ لَا تَغْلُوا۟ فِى دِينِكُمْ غَيْرَ ٱلْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعُوٓا۟ أَهْوَآءَ قَوْمٍۢ قَدْ ضَلُّوا۟ مِن قَبْلُ وَأَضَلُّوا۟ كَثِيرًۭا وَضَلُّوا۟ عَن سَوَآءِ ٱلسَّبِيلِ ﴿٧٧﴾

ته ووایه –ای پیغمبره- نصاراو ته: تاسو دخپل حد څخه مه تیریږئ په هغه څه کې چې تاسو ته پرې امر شوی دی دتابعدارۍ دحق نه، او تاسو زیاتی مه کوئ په احترام او عزت دهغه څه کې چې تاسو ته دهغه په احترام کولو امر شوی –لکه: پیغمبران- داسې چې تاسو دهغوی باره کې دالوهیت عقیده ولرئ لکه دعیسی علیه السلام باره کې چې مو عقیده ده، په سبب دتابعدارۍ ستاسو خپلو ګمراهو مشرانو لره هغه چې ډیر خلک يې ګمراهان کړي، او په خپله هم دحق دلارې نه بی لا ری شوي وو

لُعِنَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِنۢ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ عَلَىٰ لِسَانِ دَاوُۥدَ وَعِيسَى ٱبْنِ مَرْيَمَ ۚ ذَٰلِكَ بِمَا عَصَوا۟ وَّكَانُوا۟ يَعْتَدُونَ ﴿٧٨﴾

الله تعالی خبر ورکوي چې بیشکه هغه دبنی اسرایلو کافران دخپل رحمت څخه شړلي په هغه کتاب کې چې رالیږلی يې دی په داود –علیه السلام- چې هغه زبور دی، او په هغه کتاب کې چې رالیږلی يې دی په عیسی بن مریم باندې چې هغه انجیل دی، دا شړل درحمت نه په سبب دهغو ګناهونو دي چې دوی کړي او دهغه تیري په وجه چې دوی دالله تعالی په حرماتو (د عزت والا شیانو) باندې کړی وو. مخ ۱۵ له ۲۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

كَانُوا۟ لَا يَتَنَاهَوْنَ عَن مُّنكَرٍۢ فَعَلُوهُ ۚ لَبِئْسَ مَا كَانُوا۟ يَفْعَلُونَ ﴿٧٩﴾

وو دوی چې نه به یې منع کول یو بل لره دکولو دګناه نه، بلکې ښکاره والی به کاوه ګناه کوونکو ددوی نه په هغو ګناهونو او بدیو باندې چې دوی به کولی؛ ځکه چې داسې څوک نه وو چې دوی یې ددې کار نه منع کړی وی، خامخا ډیر بد دی هغه چې دوی یې کوي دپریښودلو دمنع کولو دبدیو نه

تَرَىٰ كَثِيرًۭا مِّنْهُمْ يَتَوَلَّوْنَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ۚ لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنفُسُهُمْ أَن سَخِطَ ٱللَّهُ عَلَيْهِمْ وَفِى ٱلْعَذَابِ هُمْ خَـٰلِدُونَ ﴿٨٠﴾

خلدون ته به وینې –ای پیغمبره- ډیر دکافرانو نه ددې یهودیانو څخه چې خوښوي به کافران او هغوۍ ته به مایله کیږي، او ستا سره او دموحدینو سره به دښمني کوي، ډیر بد دی هغه کار چې دوی پرې اقدام کوي دکافرانو ددوستۍ نه، نو یقینا دا سبب دی دالله تعالی دغصې په دوی باندې، او سبب دی دننوتلو ددوی اور دجهنم ته همیشه به وي دوی په دې کې، نه به شي وتلی دوی ددې نه هیڅکله

وَلَوْ كَانُوا۟ يُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلنَّبِىِّ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيْهِ مَا ٱتَّخَذُوهُمْ أَوْلِيَآءَ وَلَـٰكِنَّ كَثِيرًۭا مِّنْهُمْ فَـٰسِقُونَ ﴿٨١﴾

او که چیرته دې یهودیانو په الله تعالی باندې په ریښتیا ایمان راوړی وی، او ایمان یې راوړی وی دهغه په پیغمبر، نو نه به یې وی ګرځولی مشرکانو لره دوستان چې مینه ورسره کوي او دهغوۍ طرف ته مایله کیږي پغیر دمومنانو نه؛ ځکه چې دوی منع شوي دنیولو کافرانو لره دوستان، لیکن ډیر ددې یهودیانو څخه وتونکي دي دالله تعالی دطاعت او دوستانې څخه، او ددوستانې دمومنانو څخه

۞ لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ ٱلنَّاسِ عَدَٰوَةًۭ لِّلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱلْيَهُودَ وَٱلَّذِينَ أَشْرَكُوا۟ ۖ وَلَتَجِدَنَّ أَقْرَبَهُم مَّوَدَّةًۭ لِّلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱلَّذِينَ قَالُوٓا۟ إِنَّا نَصَـٰرَىٰ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّ مِنْهُمْ قِسِّيسِينَ وَرُهْبَانًۭا وَأَنَّهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ ﴿٨٢﴾

ى ته به ومومې -ای پیغمبره- ډیر زیات دخلکو نه دښمني کوونکي دهغه چا سره چې په تا يې ایمان راوړی، او دښمني کوونکي هغه دین سره چې تا پرې راتګ کړی یهودیان؛ دوجې دهغه حسد او کینې او تکبر نه چې هغوی پکې دي، او بندګې کوونکي بتانو لره، او نور دهغه چا نه چې په الله تعالی یې شرک کړی، او خامخا ته به ومومې نزدې ددوی نه مینه کوونکي دهغه چا سره چې ایمان يې راوړی په تا باندې، او په هغه څه چې تا پرې راتګ کړی هغه کسان چې وايې دوی خپلو ځانونو باره کې: چې دوی نصارا دي، او وجه دنزدیوالي ددوی په دوستۍ کې دې مومنانو سره دا ده چې په دوی کې علماء او عابدان شته دی، او ځکه چې دوی تواضع کوونکي دي، نه دي لویې کوونکي؛ ځکه چې دلویې کوونکي سړي زړه ته خیر نه رسیږي

وَإِذَا سَمِعُوا۟ مَآ أُنزِلَ إِلَى ٱلرَّسُولِ تَرَىٰٓ أَعْيُنَهُمْ تَفِيضُ مِنَ ٱلدَّمْعِ مِمَّا عَرَفُوا۟ مِنَ ٱلْحَقِّ ۖ يَقُولُونَ رَبَّنَآ ءَامَنَّا فَٱكْتُبْنَا مَعَ ٱلشَّـٰهِدِينَ ﴿٨٣﴾

او دا خلک لکه –نجاشي او دهغه ملګري- زړونه یې نرم دي، هغه داسې چې دوی ژاړي دخشوع له وجې نه په وخت داوریدلو دهغه څه چې نازل شوي دقران کریم نه کله چې دوی پوه شول چې یقینا دا حق دی؛ دوجې دپوهې ددوی نه په هغه څه چې عیسی –علیه السلام- پرې راتګ کړی، وایې دوی: ای ربه زمونږه! مونږ ایمان راوړی په هغه څه چې تا رالیږلي په خپل پیغمبر محمد –صلی الله علیه وسلم- باندې، نو ته ولیکه مونږه –ای ربه-! دمحمد –صلی الله علیه وسلم- دامت سره هغه چې دلیل به وي په ټولو خلکو باندې دقیامت په ورځ

وَمَا لَنَا لَا نُؤْمِنُ بِٱللَّهِ وَمَا جَآءَنَا مِنَ ٱلْحَقِّ وَنَطْمَعُ أَن يُدْخِلَنَا رَبُّنَا مَعَ ٱلْقَوْمِ ٱلصَّـٰلِحِينَ ﴿٨٤﴾

او کوم یو سبب دی چې حایل به شي زمونږ او دایمان راوړلو نه په الله تعالی باندې او په هغه حق چې نازل کړی يي دی هغه چې محمد -صلی الله علیه وسلم- پرې راتګ کړی! او مونږ امید او هیله لرو جنت ته دننوتلو دپیغمبرانو او دهغوی دتابعدارانو سره هغه چې غاړه کیښودونکی دي الله تعالی ته ویریدونکي دي دهغه له عذاب نه. مخ ۱۶ له ۲۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

فَأَثَـٰبَهُمُ ٱللَّهُ بِمَا قَالُوا۟ جَنَّـٰتٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ خَـٰلِدِينَ فِيهَا ۚ وَذَٰلِكَ جَزَآءُ ٱلْمُحْسِنِينَ ﴿٨٥﴾

نو بدله ورکړه الله تعالی دوی ته ددوی په ایمان لرلو او په اعتراف په حق باندې جنتونه چې بهیږي ویالې لا ندې دبنګلو (ماڼیو) او دونو دهغې همیشه به وي دوی په دې کې همیشه، او دا بدله ده دخایسته کار کوونکو په تابعدارۍ ددوی کې حق لره او په غاړه کیښودلو ددوی (حق لره) پغیر دقید او شرط نه

وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَكَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَآ أُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلْجَحِيمِ ﴿٨٦﴾

او هغه کسان چې کفر يې کړی په الله تعالی او دهغه په پیغمبر، او نسبت ددروغو يي کړی دالله تعالی آیتونو ته هغه چې په خپل پیغمبر يي نازل کړي، دغه کسان همیشه دلمبو والا اور کې دي، هیڅکله به ددې نه نه راوځي

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تُحَرِّمُوا۟ طَيِّبَـٰتِ مَآ أَحَلَّ ٱللَّهُ لَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوٓا۟ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ ٱلْمُعْتَدِينَ ﴿٨٧﴾

ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی! تاسو په ځان مه حراموئ خوندور حلال شیان دخوراکونو او څښاکونو او دنکاح څخه، تاسو يي په ځان باندې ددنیا نه دبې رغبتۍ او بندګۍ له وجې مه حراموئ، او تاسو مه تیریږئ دپولو دهغه څه نه چې الله تعالی په تاسو حرام کړي، بیشکه الله تعالی نه خوښوي تیریدونکي دهغه دپولو نه، بلکې بغض ورسره کوي

وَكُلُوا۟ مِمَّا رَزَقَكُمُ ٱللَّهُ حَلَـٰلًۭا طَيِّبًۭا ۚ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ٱلَّذِىٓ أَنتُم بِهِۦ مُؤْمِنُونَ ﴿٨٨﴾

او خورئ دهغه څه نه چې الله تعالی تاسو ته درکړي دخپل رزق نه پداسې حال کې چې حلال او پاک وي، نه دا چې حرام وي لکه په زوره اخیستل شوی وي او یا يي عقل بد ګڼي، او وویریږئ دالله تعالی نه په عملي کولو سره دهغه حکمونو لره او په ځان ساتلو سره دهغه له نواهیو څخه، نو الله؛ هغه ذات دی چې تاسو پرې ایمان لرئ، او ستاسو ایمان لرل په هغه باندې په تاسولا زموي چې دهغه نه وویریږئ

لَا يُؤَاخِذُكُمُ ٱللَّهُ بِٱللَّغْوِ فِىٓ أَيْمَـٰنِكُمْ وَلَـٰكِن يُؤَاخِذُكُم بِمَا عَقَّدتُّمُ ٱلْأَيْمَـٰنَ ۖ فَكَفَّـٰرَتُهُۥٓ إِطْعَامُ عَشَرَةِ مَسَـٰكِينَ مِنْ أَوْسَطِ مَا تُطْعِمُونَ أَهْلِيكُمْ أَوْ كِسْوَتُهُمْ أَوْ تَحْرِيرُ رَقَبَةٍۢ ۖ فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلَـٰثَةِ أَيَّامٍۢ ۚ ذَٰلِكَ كَفَّـٰرَةُ أَيْمَـٰنِكُمْ إِذَا حَلَفْتُمْ ۚ وَٱحْفَظُوٓا۟ أَيْمَـٰنَكُمْ ۚ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمْ ءَايَـٰتِهِۦ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿٨٩﴾

الله تعالی تاسو نه رانیسي –ای مومنانو- په هغه چې ستاسو په خولو باندې راځې دقسم خوړلو نه په غیر دقصد نه، لیکن رانیسي تاسو لره په هغه څه چې مضبوط قصد کړی وي تاسو په هغه باندې، او مضبوط کړي مو وي زړونه په هغه باندې او بیا مو مات کړی وي دغه قسم، نو لرې کوي ستاسو نه ګناه دهغه څه چې تاسو پرې قصد کړی وي دقسمونو نه او په خولی پرې ګویا شوی یاست کله چې تاسو مات کړئ قسم لره یو ددریو شیانو څخه چې ستاسو کوم یو خوښ وي او هغه دا شیان دي: خوراک ورکول دي لسو غریبانو ته ددرمیانه خوراک ستاسو دښار والاو نه، هر یو مسکین ته نیم صاع، او جامې کول هغوی ته هغه چې ستاسو په رواج کې ورته جامی وايې، او یا ازادول دیو څټ مومن (مریي)، نو که چیرته دې کفاره ورکوونکی کس ددې دریو شیانو څخه یو هم پیدا نه کړ نو بیا دې درې ورځې روژې ونیسي دکفارې په ډول، دا چې ذکر شو دا کفاره ده ستاسو دقسمونو –ای مومنانو- کله چې تاسو په الله تعالی باندې قسمونه وکړئ او بیا درباندې قسم واوړي (قسم مات کړئ)، او وساتئ خپل قسمونه دقسم کولو نه په الله تعالی باندې په دروغو سره، او ځان وساتئ دډیرو قسمونو نه په الله تعالی باندې، او ځان وساتئ دبې وفایي نه په قسم باندې کله چې قسم باندې بی وفایی خیر نه وي، نو بیا دخیر کار وکړئ، او دخپلو قسمونو څخه کفاره ورکړئ، لکه څرنګه چې الله تعالی تاسو ته دقسم کفاره بیان کړې همدغه شان یې تاسو ته دخپلو حلالو او حرامو واضح کوونکي احکام بیان کړي، ددې لپاره چې تاسو دالله تعالی شکر ادا کړئ په دې وجه چې تاسو ته يي هغه څه درښودلی چې تاسو پرې نه پوهیدئ

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِنَّمَا ٱلْخَمْرُ وَٱلْمَيْسِرُ وَٱلْأَنصَابُ وَٱلْأَزْلَـٰمُ رِجْسٌۭ مِّنْ عَمَلِ ٱلشَّيْطَـٰنِ فَٱجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿٩٠﴾

تفلحون ای دایمان والاو! بیشکه نشه کوونکي شیان هغه چې عقل ختموي، او جواري چې ددواړو خواو نه په بدل باندې شامل وي، او هغه ګټه چې مشرکان ورسره د تعظیم دوجې نه قرباني کوي او دخپلو عبادتونو لپاره يي ودروي، او هغه غشي چې دوی پرې لټوي هغه نصیب او برخه چې دوی ته مقرر شوې دغیبو نه، دا ټول ګناه مخ ۱۷ له ۲۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ده دشیطان دخایسته کوونکو شیانو څخه دي، نو تاسو لرې واوسئ ددې کارونو نه ددې لپاره چې کامیاب شئ په عزتمنده زندګۍ باندې په دنیا او دجنت په نعمتونو په اخرت کې

إِنَّمَا يُرِيدُ ٱلشَّيْطَـٰنُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ ٱلْعَدَٰوَةَ وَٱلْبَغْضَآءَ فِى ٱلْخَمْرِ وَٱلْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَن ذِكْرِ ٱللَّهِ وَعَنِ ٱلصَّلَوٰةِ ۖ فَهَلْ أَنتُم مُّنتَهُونَ ﴿٩١﴾

فهل أنتم م نتهون بیشکه شیطان اراده لري چې تاسو ته نشه یې شیان او جواري(قمار) په زړه پورې کارونه وګرځوي، او ستاسو په زړونو کې یو بل ته دښمني او کینه واچوي،او دالله له یادولو او لمانځه څخه مو وباسي، نو آیا تاسو –ای مومنانو- پریښودونکي یاست دې منکراتو لره؟ هیڅ شک نشته چې دا ستاسو سره مناسبه ده، نو تاسو (د دې شیانو نه) بند شئ

وَأَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُوا۟ ٱلرَّسُولَ وَٱحْذَرُوا۟ ۚ فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّمَا عَلَىٰ رَسُولِنَا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ ﴿٩٢﴾

او تابعداري وکړئ دالله تعالی او تابعداري وکړئ دپیغمبر په عملې کولو دهغه څه چې شریعت پرې امر کړی، او په ځان ساتلو سره دهغه څه نه چې منع یې ترې کړې، او ځان وساتئ دنافرمانۍ څخه، نو که چیرته تاسو ددې نه مخ واړاوه نو پوه شئ چې بیشکه زمونږ په پیغمبر باندې رسونه دهغه څه ده چې الله تعالی ورته د هغه په رسولو امر کړی دی، او یقینا پیغمبر رسولی دی، نو که چیرته تاسو په سمه لا ر روان شوئ نو فایده ددې ستاسو دځانونو لپاره ده، او که بدې مو وکړه نو ددې ګناه هم پر تاسو ده

لَيْسَ عَلَى ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ جُنَاحٌۭ فِيمَا طَعِمُوٓا۟ إِذَا مَا ٱتَّقَوا۟ وَّءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ ثُمَّ ٱتَّقَوا۟ وَّءَامَنُوا۟ ثُمَّ ٱتَّقَوا۟ وَّأَحْسَنُوا۟ ۗ وَٱللَّهُ يُحِبُّ ٱلْمُحْسِنِينَ ﴿٩٣﴾

نشته په هغو کسانو ګناه - چې په الله تعالی يې ایمان راوړی، او نیک عملونه یې کړی دي الله تعالی ته دنزدیکت په خاطر - چې هغوۍ څښلي دشرابو نه مخکې د حراموالی دهغو نه، کله چې هغوی دحرامو شیانو نه ځان ساتلی وي، ویریدونکي وي دالله تعالی دغصې نه په دوی باندې، ایمان راوړونکی وي په هغه باندې، ولاړ وي په نیکو کارونو باندې، بیا دوی زیات کړی وي دالله تعالی مراقبت تر دې چې داسې بندګي کوي لکه دوی چې يې ویني، او الله تعالی هغه کسان خوښوي چې داسې بندګي يې کوي لکه دوی چې یې ویني؛ دوجې دهغه څه نه چې دوی پکې دي ددرک کولو دهمیشه څارنې دالله تعالی دوی لره، او دا هغه څه دي چې مومن راکاږي خایسته کولو دخپل عمل ته او مضبوطوالی دهغه ته

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَيَبْلُوَنَّكُمُ ٱللَّهُ بِشَىْءٍۢ مِّنَ ٱلصَّيْدِ تَنَالُهُۥٓ أَيْدِيكُمْ وَرِمَاحُكُمْ لِيَعْلَمَ ٱللَّهُ مَن يَخَافُهُۥ بِٱلْغَيْبِ ۚ فَمَنِ ٱعْتَدَىٰ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَلَهُۥ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ ﴿٩٤﴾

ای دایمان والاو! خامخا به الله تعالی تاسې په سخت امتحان کې واچوي پدې سره چې دوچې ښکار به درته رامخې ته کړي پداسې حال کې چې تاسو په احرام کې یاست، دومره به یې درته اسانه کړي چې واړه حیوانات به په لا س راونیولی شئ او غت به په نیزو ښکار کړی شئ، دا ددې لپاره چې الله وګوري - په هغه علم سره چې ښکاره دبندګانو په لیدلو دهغوی سره پرې حساب کتاب وکړي - چې څوک ورڅخه په پټه ویریږي په الله له پوره ایمان درلودلو سره، نو ښکار پریږدئ دهغه د پيدا کوونکي له ویرې؛ هغه ذات چې دده له کړنو هیڅ شی ورڅخه پټ نه پاتې کیږي، نو څوک چې له حد نه واوښت، او داحرام په حالت کې یې ښکار وکړ د حج او یا عمرې پر مهال، نو دقیامت په ورځ به دردوونکی عذاب ورورسیږي، ځکه هغه کار یې کړی چې الله ورڅخه منع کړی و

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَقْتُلُوا۟ ٱلصَّيْدَ وَأَنتُمْ حُرُمٌۭ ۚ وَمَن قَتَلَهُۥ مِنكُم مُّتَعَمِّدًۭا فَجَزَآءٌۭ مِّثْلُ مَا قَتَلَ مِنَ ٱلنَّعَمِ يَحْكُمُ بِهِۦ ذَوَا عَدْلٍۢ مِّنكُمْ هَدْيًۢا بَـٰلِغَ ٱلْكَعْبَةِ أَوْ كَفَّـٰرَةٌۭ طَعَامُ مَسَـٰكِينَ أَوْ عَدْلُ ذَٰلِكَ صِيَامًۭا لِّيَذُوقَ وَبَالَ أَمْرِهِۦ ۗ عَفَا ٱللَّهُ عَمَّا سَلَفَ ۚ وَمَنْ عَادَ فَيَنتَقِمُ ٱللَّهُ مِنْهُ ۗ وَٱللَّهُ عَزِيزٌۭ ذُو ٱنتِقَامٍ ﴿٩٥﴾

ای دایمان والاو! تاسو مه وژنئ دصحرا ښکار لره په داسې حال کې چې تاسو محرمان یاست (قصد مو کړی وي) دحج یا عمرې، او چا چې ووژلو دې لره ستاسو نه په قصد سره نو په دې باندې بدله ده برابر دهغه ښکار چې ده قتل کړی وي داوښ یا غوا او یا ګډې نه، فیصله به کوي پدې باندې دوه سړي چې صفت يې شوی وي په عدالت سره دمسلمانانو ترمنځ، او هغه چې دې دواړو پرې فیصله وکړه کیږي به پرې هغه څه چې کیږي په هدي باندې دلیږلو نه مکې ته او حلالول د مخ ۱۸ له ۲۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر هغې په حرم کې، او یا قیمت ددې دخوراک چې ورکولی به شي دحرم غریبانو ته، هر یو غریب ته به نیمه پیمانه (نیم صاع) ورکول کیږي، او یا به یوه ورځ روژه نیسي دهرې نیمې پیمانې مقابل کې دخوراک نه، دا ټول ددې لپاره چې (د احرام په حالت کې) دښکار وژونکی وڅکي انجام دهغه کار چې ده پرې اقدام کړی دوژلو دښکار نه. بخښنه کړي الله تعالی دهغه نه چې تیر شوي دوژلو دښکار دحرم نه او دوژلو داحرام تړونکي سړي دوچې ښکار لره مخکې دحراموالي نه، او څوک چې بیرته راوګرځیده دې ته وروسته دحراموالي نه بدله به واخلي الله تعالی ددېه نه داسې چې په دې به ورله عذاب ورکړي، او الله تعالی قوي او ډیر زورور دی، او دهغه دقوت نه دا ده چې هغه بدله اخلي دهغه چا نه چې نافرماني يې ورڅخه کړی وي که چیرته يې خوښه شي، نه شې بندولی ده لره هیڅ بندوونکی

أُحِلَّ لَكُمْ صَيْدُ ٱلْبَحْرِ وَطَعَامُهُۥ مَتَـٰعًۭا لَّكُمْ وَلِلسَّيَّارَةِ ۖ وَحُرِّمَ عَلَيْكُمْ صَيْدُ ٱلْبَرِّ مَا دُمْتُمْ حُرُمًۭا ۗ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ٱلَّذِىٓ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ﴿٩٦﴾

إ ليه تحشرون حلال کړی الله تعالی تاسو لره ښکار داوبو دحیواناتو، او هغه چې راويې غورځوي تاسو ته بحر ژوندی یا مړ فایده ده لپاره دهغه چا چې مقیم وي ستاسو نه یا مسافر وي چې ددې نه توخه واخلي، او حرام کړی یې دی په تاسو باندې ښکار دوچې ترڅو چې تاسو داحرام په حالت کې یاست دحج یا عمرې دادا کولو لپاره، او وویریږئ دالله تعالی څخه په عملي کولو دهغه داوامرو او په ځان ساتلو دهغه دنواهیو څخه، نو الله تعالی هغه ذات دی چې یواځې هغه ته تاسو واپس کیدلی شئ د قیامت په ورځ، نو تاسې لره به بدله درکړي ستاسو په عملونو

۞ جَعَلَ ٱللَّهُ ٱلْكَعْبَةَ ٱلْبَيْتَ ٱلْحَرَامَ قِيَـٰمًۭا لِّلنَّاسِ وَٱلشَّهْرَ ٱلْحَرَامَ وَٱلْهَدْىَ وَٱلْقَلَـٰٓئِدَ ۚ ذَٰلِكَ لِتَعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ وَأَنَّ ٱللَّهَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌ ﴿٩٧﴾

ه الله تعالی ګرځولې ده کعبه کور دعزت سبب دژوند لپاره دټولو خلکو، په دې باندې دهغوې دیني مصلحتونه ولاړ دي دلمانځه او حج او عمرې نه، او ددوی دنیوي مصلحتونه هم په امن سره په حرم کې او په راکش کولو دهر قسم میوو دې ته، او ګرځولی یې دي دعزت والا میاشتي چې هغه: (ذو القعدة، ذو الحجة، محرم او رجب دي) دي سبب دزندګۍ دوی لره په امن سره په دې میاشتو کې دبل دچا دجنګ کولو نه ددوی سره، او نذر شوي څاروي او هغه څاروي چې په غاړه کې یې ورته امیلونه اچولې وي چې ښودونکي وي ددې خبرې چې دا حرم ته روان کړی شوي دي سبب دزندګي دی دوی لره په امن دخاوندانو ددې کې د پیش کیدلو نه دوی ته په تکلیف سره، دا هغه څه دي چې الله تعالی پرې په تاسو باندې احسان کړی ددې لپاره چې تاسو پوهه شئ چې یقینا الله تعالی پوهیږي په هغه څه چې په اسمانونو کې دي او په هغه څه چې په ځمکه کې دي، او بیشکه الله تعالی په هر یو شي باندې پوهه دی، نو ځکه دهغه شریعت ګرځولي دې شیانو لره –ستاسو دمصلحتونو دجلبولو لپاره او ستاسو نه دضرر ددفع کولو لپاره مخکې دهغه دواقع کیدلو نه- دا دلیل دی په علم دهغه په هغه څه باندې چې بندګانو لره مناسب وي

ٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ وَأَنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿٩٨﴾

پوهه شئ –ای خلکو-! بیشکه الله تعالی سختې سزا والا دی هغه چا لره چې نافرماني یي وکړي، او بخښنه کوونکی دی هغه چا ته چې توبه ورته وباسي، مهربانه دی په دې باندې

مَّا عَلَى ٱلرَّسُولِ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ۗ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا تَكْتُمُونَ ﴿٩٩﴾

نشته په پیغمبر باندې مګر رسول دهغه څه چې الله تعالی ورته په رسولو امر کړی، نو نشته په هغه باندې توفیق ورکول خلکو ته دهدایت، نو دا یوازي دالله تعالی په لا س کې دي، او الله تعالی پوهیږي په هغه څه چې تاسو یي ښکاره کوئ، او پټوئ یې دهدایت او ګمراهۍ نه، او خامخا به درله پدې باندې بدله درکوي

قُل لَّا يَسْتَوِى ٱلْخَبِيثُ وَٱلطَّيِّبُ وَلَوْ أَعْجَبَكَ كَثْرَةُ ٱلْخَبِيثِ ۚ فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ يَـٰٓأُو۟لِى ٱلْأَلْبَـٰبِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿١٠٠﴾

ته ورته ووایه –ای پیغمبره- ندی برابر پلیت دهر شي نه سره دپاک دهر شي نه، او اګر که تعجب کې اچوي تا لره ډیروالی دپلیت شي، نو ځکه ډیروالی دپلیت شي دهغه په بهتروالي دلالت نه کوي، نو وویریږئ دالله تعالی څخه –ای دعقلونو خاوندانو- په پریښودلو دپلیت شي او په کولو دپاک شي ددې لپاره چې تاسو د جنت په حاصلولو کامیاب شئ. مخ ۱۹ له ۲۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَسْـَٔلُوا۟ عَنْ أَشْيَآءَ إِن تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ وَإِن تَسْـَٔلُوا۟ عَنْهَا حِينَ يُنَزَّلُ ٱلْقُرْءَانُ تُبْدَ لَكُمْ عَفَا ٱللَّهُ عَنْهَا ۗ وَٱللَّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌۭ ﴿١٠١﴾

اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی له رسوله مو دداسې شيانو په اړه پوښتنې مه کوئ چې اړتيا ورته نه لرئ، او نه مو ددين په چاره کې مرسته درسره کوي، که هغه درته څرګند شي؛ نو ښه به درته نه وي، ځکه په هغو کې به سختي وي او که تاسې دداسې شيانو په اړه پوښتنې کوئ چې له پوښتلو يې راګرځول شوي ياست کله چې پر رسول وحي نازليږي؛ نو درته بيان به يې کړي، ځکه دغه دالله لپاره آسانه دي، الله له هغو شيانو څخه تېرشوی چې قرآن ورڅخه چپ پاتې شوی؛ نو په اړه يې پوښتنې مه کوئ، که يې په اړه پوښتنې وکړئ، پر تاسو به دهغو دحکم له امله تکليف را نازل شي او الله دخپلو بنده ګانو دګناهونو بښونکی دی کله چې هغوی توبه وباسي او زغمونکی دی چې هغوی ته پرې سزا ورنه کړي. قد سألها قوم من قبلكم ثم أصبحوابها كفرين

قَدْ سَأَلَهَا قَوْمٌۭ مِّن قَبْلِكُمْ ثُمَّ أَصْبَحُوا۟ بِهَا كَـٰفِرِينَ ﴿١٠٢﴾

بیشکه غوښتنه کړی وه ددې په شان یو قوم چې ستاسو نه مخکې تیرشوي، نو کله چې هغوی مکلف شول په هغې باندې عمل یي پرې ونه کړ، نو ددې په وجه هغوی کافران شول

مَا جَعَلَ ٱللَّهُ مِنۢ بَحِيرَةٍۢ وَلَا سَآئِبَةٍۢ وَلَا وَصِيلَةٍۢ وَلَا حَامٍۢ ۙ وَلَـٰكِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ يَفْتَرُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ ۖ وَأَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ ﴿١٠٣﴾

وأك ثرهم لا يعقلون الله تعالی ستاسو لپاره حلال کړی څاروي (چارپایان)، نو نه یي دي حرام کړی دهغو نه هغه چې مشرکانو په خپلو ځانونو حرام کړی دخپلو بوتانو لپاره دبحیرې نه او دا هغه اوښه ده چې غوږونه یي پری کیدی شي کله چې معلوم تعداد بچې وزیږوي، او سائبه او دا هغه اوښه ده چې کله معلوم عمر ته ورسیږي بیا ازاده پریښودل شي دخپلو بوتانو لپاره، او وصیلة او دا هغه اوښه ده چې کله پرلپسي ښځینه بچي راوړي، او حام هغه اوښ دی چې کله دهغه شا نه معلوم عدد اوښان پیدا شي، لیکن کافرانو دا ګمان کړی په الله تعالی باندې په دروغو او بهتان سره چې یقینا الله تعالی دا ذکر شوي څاروي حرام کړي، او ډیر دکافرانو نه دحق او باطل او دحلال او حرام ترمنځ توپیر نشي کولی

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا۟ إِلَىٰ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ وَإِلَى ٱلرَّسُولِ قَالُوا۟ حَسْبُنَا مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ ءَابَآءَنَآ ۚ أَوَلَوْ كَانَ ءَابَآؤُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ شَيْـًۭٔا وَلَا يَهْتَدُونَ ﴿١٠٤﴾

يعلمون شئا ولا يهتدون او کله چې وویل شي په الله تعالی باندې دروغ تړونکو خلکو ته په حراموالي دبعضو څاریو: راشئ هغه څه ته چې الله تعالی رالیږلي دقران کریم نه، او راشئ دپیغمبر –صلی الله علیه وسلم- سنتو ته چې حلال او حرام وپیژنئ، وايي دوی: بس دي مونږ لره هغه عقاید، ویناګانې او کارونه چې مونږ اخیستي دخپلو مشرانو نه، څرنګه دوی لره دا کافي دی او حال دا چې ددوی مشران په هیڅ شي باندې نه پوهیدل، او نه یې چاته دحق لا ره ورښودله؟! نو ددوی تابعداري نه کوي مګر هغه څوک چې ددوی نه هم ډیر ناپوهه وي او ډیر ګمراه وي په اعتبار دلارې سره، نو بس دوی ناپوهه او ګمراهان دي

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ عَلَيْكُمْ أَنفُسَكُمْ ۖ لَا يَضُرُّكُم مَّن ضَلَّ إِذَا ٱهْتَدَيْتُمْ ۚ إِلَى ٱللَّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًۭا فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿١٠٥﴾

تعملون ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! لا زم ده پر تاسو باندې دخپل ځان ذمه واري نو تاسو خپل ځانونه برابر کړئ په کولو دهغه څه چې اصلاح کوي یي، ضرر نه درسوي تاسو ته هغه څوک چې ګمراه شوي وي دخلکو نه او ستاسو دعوت یې نه وي قبول کړی، کله چې تاسو په سمه لا ر روان یاست، او ستاسو دهدایت نه دا دي چې امر په نیکیو او منع له بدیو وکړئ، یوازې الله تعالی ته ستاسو ورګرځیدل دي په ورځ دقیامت، نو خبر به درکړي تاسو ته په هغه څه چې تاسو کول په دنیا کې، او په هغه به درله بدله درکړي. مخ ۲۰ له ۲۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ شَهَـٰدَةُ بَيْنِكُمْ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ ٱلْمَوْتُ حِينَ ٱلْوَصِيَّةِ ٱثْنَانِ ذَوَا عَدْلٍۢ مِّنكُمْ أَوْ ءَاخَرَانِ مِنْ غَيْرِكُمْ إِنْ أَنتُمْ ضَرَبْتُمْ فِى ٱلْأَرْضِ فَأَصَـٰبَتْكُم مُّصِيبَةُ ٱلْمَوْتِ ۚ تَحْبِسُونَهُمَا مِنۢ بَعْدِ ٱلصَّلَوٰةِ فَيُقْسِمَانِ بِٱللَّهِ إِنِ ٱرْتَبْتُمْ لَا نَشْتَرِى بِهِۦ ثَمَنًۭا وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَىٰ ۙ وَلَا نَكْتُمُ شَهَـٰدَةَ ٱللَّهِ إِنَّآ إِذًۭا لَّمِنَ ٱلْـَٔاثِمِينَ ﴿١٠٦﴾

ای دایمان والاو! کله چې نزدې شي مرګ دیو کس ستاسو نه په ښکاره کیدلو دنښو دمرګ، نو ګواه دې کړي په خپل وصیت باندې دوه انصاف داره کسان د مسلمانانو نه او یا دوه کسان دکافرانو نه دضرورت په وخت کې کله چې ددې دواړو نه پغیر نور څوک مسلمانان نه وي، که چیرته تاسو سفر کوئ او تاسو ته مرګ راشي، او که چیرته ددوی په ګواهۍ کې شک راپیداشو نو ودروئ دواړو لره وروسته دیو لمانځه نه، نو قسم به وکړي په الله تعالی باندې: چې نه خرڅوي دوی خپله برخه دالله تعالی له طرفه په څه عوض باندې، او خاطر نه کوي په دې سره دخپلوان، او نه پټوي ګواهي دالله تعالی چې ددوی سره ده، او که چیرته دې دواړو دا کار وکړ نو دا دواړه به دګناهګارانو او دالله تعالی دنافرمانانو څخه وي

فَإِنْ عُثِرَ عَلَىٰٓ أَنَّهُمَا ٱسْتَحَقَّآ إِثْمًۭا فَـَٔاخَرَانِ يَقُومَانِ مَقَامَهُمَا مِنَ ٱلَّذِينَ ٱسْتَحَقَّ عَلَيْهِمُ ٱلْأَوْلَيَـٰنِ فَيُقْسِمَانِ بِٱللَّهِ لَشَهَـٰدَتُنَآ أَحَقُّ مِن شَهَـٰدَتِهِمَا وَمَا ٱعْتَدَيْنَآ إِنَّآ إِذًۭا لَّمِنَ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿١٠٧﴾

نو که چیرته ښکاره شو وروسته دقسم خوړلو نه دروغ ددې دواړو په ګواهۍ او یا قسم کې، اویا ددې دواړو خیانت ښکاره شو، نو ګواهي دې وکړي او یا دې قسم وکړي دوه کسان چې ودریږي به ددې دواړو په ځای باندې دنزدې خلکو نه دې مړي ته په هغه خبره چې هغه حق وي، نو قسم به کوي په الله تعالی باندې چې خامخا ګواهي زمونږه ددوی په دروغو باندې او خیانت باندې ډیره حقه ده ددوی دګواهۍ نه په رښتیا او امانت دارۍ ددې دواړو نه، او مونږ په دروغو باندې قسم نه دی کړی، مونږه چې یو یقینا که چیرته ګواهي وکړو په دروغو سره نو خامخا مونږ به دظالمانو له ډلې نه یو هغه چې دالله تعالی دپولو نه تیریدونکي دي

ذَٰلِكَ أَدْنَىٰٓ أَن يَأْتُوا۟ بِٱلشَّهَـٰدَةِ عَلَىٰ وَجْهِهَآ أَوْ يَخَافُوٓا۟ أَن تُرَدَّ أَيْمَـٰنٌۢ بَعْدَ أَيْمَـٰنِهِمْ ۗ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَٱسْمَعُوا۟ ۗ وَٱللَّهُ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلْفَـٰسِقِينَ ﴿١٠٨﴾

دغه بیانه شوې طریقه دقسم ورکولو نه ګواهانو ته دلمانځه نه وروسته کله چې شک وي ددې داوړو په ګواهۍ کې، او درد کولو دګواهۍ ددوی نه، ډیره نږدې ده د راتګ ددوی په ګواهۍ سره په شرعې طریقې دګواهۍ کولو، نو نه به اړوي دوی ګواهۍ لره او نه به یې بدلوي او نه به خیانت کوي، او ډیره نږدې ده دې خبرې ته چې وویریږي ددې نه چې وبه ګرځې قسمونه دوارثانو وروسته ددوی دقسمونو نه، نو دوی به قسم کوي په خلاف دهغه څه چې دوی پرې ګواهي ورکړي نو رسوا به شي، او وویریږئ دالله تعالی نه په پریښودلو ددروغو او خیانت سره په ګواهۍ او قسم کې، او واورئ هغه څه چې تاسو ته پرې امر شوی داسې اوریدل چې قبلیدل ورسره مل وي، او بیشکه الله تعالی توفیق نه ورکوي دهغه دطاعت نه وتونکو خلکو ته

۞ يَوْمَ يَجْمَعُ ٱللَّهُ ٱلرُّسُلَ فَيَقُولُ مَاذَآ أُجِبْتُمْ ۖ قَالُوا۟ لَا عِلْمَ لَنَآ ۖ إِنَّكَ أَنتَ عَلَّـٰمُ ٱلْغُيُوبِ ﴿١٠٩﴾

یاده کړئ –ای خلکو- ورځ دقیامت کله چې به الله تعالی راجمع کړي ټول پیغمبران، نو الله تعالی به دې پیغمبرانو ته ووایې: څه جواب درکړ تاسو ته ستاسو امتونو هغه چې ما ورته تاسو لیږلي وئ؟ دوی به ووایې په داسې حال کې چې جواب به الله تعالی حواله کوي: مونږ ته پته نشته، بلکې علم تاته دی –ای زمونږه ربه- بیشکه ته چې یې یوازې ته یې هغه څوک چې په پټو کارونو باندې پوهیږی

إِذْ قَالَ ٱللَّهُ يَـٰعِيسَى ٱبْنَ مَرْيَمَ ٱذْكُرْ نِعْمَتِى عَلَيْكَ وَعَلَىٰ وَٰلِدَتِكَ إِذْ أَيَّدتُّكَ بِرُوحِ ٱلْقُدُسِ تُكَلِّمُ ٱلنَّاسَ فِى ٱلْمَهْدِ وَكَهْلًۭا ۖ وَإِذْ عَلَّمْتُكَ ٱلْكِتَـٰبَ وَٱلْحِكْمَةَ وَٱلتَّوْرَىٰةَ وَٱلْإِنجِيلَ ۖ وَإِذْ تَخْلُقُ مِنَ ٱلطِّينِ كَهَيْـَٔةِ ٱلطَّيْرِ بِإِذْنِى فَتَنفُخُ فِيهَا فَتَكُونُ طَيْرًۢا بِإِذْنِى ۖ وَتُبْرِئُ ٱلْأَكْمَهَ وَٱلْأَبْرَصَ بِإِذْنِى ۖ وَإِذْ تُخْرِجُ ٱلْمَوْتَىٰ بِإِذْنِى ۖ وَإِذْ كَفَفْتُ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ عَنكَ إِذْ جِئْتَهُم بِٱلْبَيِّنَـٰتِ فَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِنْهُمْ إِنْ هَـٰذَآ إِلَّا سِحْرٌۭ مُّبِينٌۭ ﴿١١٠﴾

ى إ إ او یاد کړه کله چې الله تعالی عیسی –علیه السلام- ته وویل: ای عیسی بن مریم! یاد کړه زما نعمتونه په تا باندې کله چې ته ما په غیر دپلار نه پیداکړې، او یاد کړه زما نعمتونه ستا په مور مریم –علیها السلام- باندې کله چې الله تعالی هغه غوره کړې وه دخپلې زمانې په ټولو زنانه وباندې، او یاد کړه هغه نعمتونه چې ما په تاباندې مخ ۲۱ له ۲۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر کړي وو کله چې ته ما مضبوط کړی وي په جبریل –علیه السلام- باندې، خبرې به کولې تا دخلکو سره –او ته ماشوم وې- په رابللو دهغوی سره الله تعالی ته، او خبری به کوې ته دهغوی سره ستا په بوډاوالي کې په هغه وحې سره چې ما پرې ته هغوی ته لیګلی یې، او په هغه څه چې ما یې په تاباندې انعام کړی چې تاته مې خط (لیکل) درښودلي، او تا ته مې تورات درښودلی هغه چې ما په موسی –علیه السلام- نازل کړی و، او انجیل مو درښودلی هغه چې په تامو نازل کړی، او درښودلي مې دي تا ته دشریعت رازونه او فایدې او حکمتونه، او دهغو نعمتونو نه چې ما په تا کړي دا دی چې جوړوې دخټو نه دمرغۍ شکل، بیا پکې پوکی کوې نو هغه ژوندۍ مرغۍ شي، او ته جوړوې هغه څوک چې مورزادي ړوند وي (ړوند پیدا شوی وي)، او جوړوې دبرګي مرض والا، نو هغه دروغ بدن والا شي، او راژوندي کوې مړو لره په دعا غوښتلو سره دالله تعالی نه چې راژوندی شي، دا ټول کارونه زما په اجازه کوې، او دهغو نعمتونو نه چې ما په تا کړی دا دي چې ما ته د بني اسرائیلو نه بچ ساتلی یې کله چې هغوی ستا دمرګ اراده کړي وه کله چې تا هغوی ته ښکاره معجزې راوړې، نو نه وو ددوی نه مګر دا چې کفر یې وکړ په هغو باندې، او ویې ویل: نه دي دا معجزې چې عیسی پرې راتګ کړی مګر ښکاره جادو دی

وَإِذْ أَوْحَيْتُ إِلَى ٱلْحَوَارِيِّـۧنَ أَنْ ءَامِنُوا۟ بِى وَبِرَسُولِى قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا وَٱشْهَدْ بِأَنَّنَا مُسْلِمُونَ ﴿١١١﴾

او یاد کړه هغه چې په ما په تا باندې نعمت کړی دا چې ما برابر کړي تالره ملګری کله چې ما ستا خاص ملګرو (حواریانو) ته زړه کې واچوله چې په ما ایمان راوړي او ستا په پیغمبرۍ ایمان راوړي، نو هغوی دې خبری ته غاړه کیښوده او دعوت یې قبول کړ، او ویې ویل: مونږ ایمان راوړی، او ته ګواه شه –ای زمونږه ربه-! په دې خبره چې مونږ تا ته تسلیم شوي یو او تاته غاړه کیښودونکی یو

إِذْ قَالَ ٱلْحَوَارِيُّونَ يَـٰعِيسَى ٱبْنَ مَرْيَمَ هَلْ يَسْتَطِيعُ رَبُّكَ أَن يُنَزِّلَ عَلَيْنَا مَآئِدَةًۭ مِّنَ ٱلسَّمَآءِ ۖ قَالَ ٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿١١٢﴾

كنتم م ؤمنين او یاد کړه کله چې ستا خاص ملګرو (حواریانو) وویل: آیا ستا رب کولی شي کله چې ته له هغه څخه وغواړې چې رانازل کړي یو دستر خوان دبره نه؛ نو عیسی – علیه السلام- ورته په جواب کې امر وکړ دالله تعالی په تقوا باندې او په پریښودلو دلټولو دهغه څه چې دوی غوښتلي وو، ځکه چې شاید په دې کې ددوی لپاره فتنه او امتحان وي، او دوی ته یې وویل: توکل وکړئ په خپل رب باندې په لټولو درزق کې که چیرته تاسو مومنان یاست

قَالُوا۟ نُرِيدُ أَن نَّأْكُلَ مِنْهَا وَتَطْمَئِنَّ قُلُوبُنَا وَنَعْلَمَ أَن قَدْ صَدَقْتَنَا وَنَكُونَ عَلَيْهَا مِنَ ٱلشَّـٰهِدِينَ ﴿١١٣﴾

وویل خاص ملګرو (حواریانو) عیسی –علیه السلام- ته: مونږ غواړو چې وخورو ددې دستر خوان نه، او ډاډه شي زمونږ زړونه دالله تعالی په پوره قدرت، او په دې خبره چې ته دالله تعالی پیغمبر یې، او مونږ پوهه شو په علم یقین سره چې تا مونږ ته رښتیا ویلي په هغه څه کې چې تا مونږ ته دالله تعالی له طرفه راوړي، او مونږ به په دې باندې دګواهانو نه شو هغو خلکو ته چې نه وي حاضر شوي

قَالَ عِيسَى ٱبْنُ مَرْيَمَ ٱللَّهُمَّ رَبَّنَآ أَنزِلْ عَلَيْنَا مَآئِدَةًۭ مِّنَ ٱلسَّمَآءِ تَكُونُ لَنَا عِيدًۭا لِّأَوَّلِنَا وَءَاخِرِنَا وَءَايَةًۭ مِّنكَ ۖ وَٱرْزُقْنَا وَأَنتَ خَيْرُ ٱلرَّٰزِقِينَ ﴿١١٤﴾

نو عیسی يې غوښتنه ومنله او له الله يې په داسې ويلو وغوښتل: اې زموږ پالونکيه! پر موږ دخوړو دسترخوان راکوز کړه، مونږ به ستا دشکر په پار دخپلو نننيو ژونديو او له موږ وروسته راتلونکو لپاره درا کوزېدو ورځ اختر وګرځوو او ستا پر يووالي او دلېږل شوي پر رېښتينولۍ نښانه او دليل وي او داسې روزي راکړې چې ستا پر عبادت مو مرسته وکړي او ته اې زموږ پالونکيه غوره روزي ورکوونکی يې

قَالَ ٱللَّهُ إِنِّى مُنَزِّلُهَا عَلَيْكُمْ ۖ فَمَن يَكْفُرْ بَعْدُ مِنكُمْ فَإِنِّىٓ أُعَذِّبُهُۥ عَذَابًۭا لَّآ أُعَذِّبُهُۥٓ أَحَدًۭا مِّنَ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿١١٥﴾

نو الله تعالی دعیسی –علیه السلام- دعاء قبوله کړه، او ویې ویل: زه نازلوونکی یم دې دسترخوان لره کوم چې تاسو دهغه رانازلیدل غوښتلي وو، نو چاچې کفر وکړ وروسته دنازلیدو ددې نه نو نه دې ملامتوي مګر خپل ځان، نو خامخا زه به ده لره عذاب ورکړم سخت عذاب داسې سخت چې هیچاته ما نه دی ورکړی؛ ځکه چې ده دومره غټه حیرانوونکي او عجیبه نښه ولیدله، نو دده کفر دعناد او ضد له امله دی، او الله تعالی ددوی وعده پوره کړه نو په دوی یې دغه دسترخوان رانازل کړ. مخ ۲۲ له ۲۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَإِذْ قَالَ ٱللَّهُ يَـٰعِيسَى ٱبْنَ مَرْيَمَ ءَأَنتَ قُلْتَ لِلنَّاسِ ٱتَّخِذُونِى وَأُمِّىَ إِلَـٰهَيْنِ مِن دُونِ ٱللَّهِ ۖ قَالَ سُبْحَـٰنَكَ مَا يَكُونُ لِىٓ أَنْ أَقُولَ مَا لَيْسَ لِى بِحَقٍّ ۚ إِن كُنتُ قُلْتُهُۥ فَقَدْ عَلِمْتَهُۥ ۚ تَعْلَمُ مَا فِى نَفْسِى وَلَآ أَعْلَمُ مَا فِى نَفْسِكَ ۚ إِنَّكَ أَنتَ عَلَّـٰمُ ٱلْغُيُوبِ ﴿١١٦﴾

او یاد کړه کله چې به الله تعالی دقیامت په ورځ عیسی بن مریم –علیه السلام- ته ووایي: ای عیسی بن مریم! ایا تا خلکو ته ویلی: تاسو جوړ کړئ زما نه او زما د مور نه حقدار دبندګۍ (معبودان) پغیر دالله تعالی نه؟ نو عیسی –علیه السلام- جواب ورکړو په داسې حال کې چې پاکي بیانونکی وخپل رب لره: نه دي مناسب مونږ لره چې ووایم دوی ته مګر حق خبره، او بالفرض که ما ورته داسې ویلي وي نو یقینا تاته به پته وي ځکه چې په تا باندې هیچ شی پټ نه پاتې کیږي، ته پوهیږې په هغه څه چې زه یې په خپل زړه کې پټوم، او زه نه پوهیږم په هغه څه چې ستا په نفس کې دي، بیشکه ته یوازې هغه څوک یې چې هر غائب، پټ او ښکاره پیژنې

مَا قُلْتُ لَهُمْ إِلَّا مَآ أَمَرْتَنِى بِهِۦٓ أَنِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ رَبِّى وَرَبَّكُمْ ۚ وَكُنتُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًۭا مَّا دُمْتُ فِيهِمْ ۖ فَلَمَّا تَوَفَّيْتَنِى كُنتَ أَنتَ ٱلرَّقِيبَ عَلَيْهِمْ ۚ وَأَنتَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ شَهِيدٌ ﴿١١٧﴾

ى وویل عیسی -علیه السلام- خپل رب ته: ما نه دي ویلي خلکو ته مګر هغه چې تا یې ما ته په ویلو امر کړی وستا دیووالي نه په عبادت باندې، او زه نګهبان وم په هغه څه چې دوی وییل تر څو چې زه دهغوی په منځ کې وم، نو هر کله چې تا زما دپاتې کیدو وخت ددوی په منځ کې ختم کړ زما په اوچتولو سره اسمان ته ژوندی نو وې ای ربه ته نګهبان ددوی په عملونو، او یقینا ته په هر شي باندې حاضر او خبردار یې، هیڅ شی ستا نه نشې پټیدلی، نو په تا باندې پټ ندي هغه څه چې ما هغوی ته ویلي، او هغه څه چې هغوی زما څخه وروسته ویلي

إِن تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ ۖ وَإِن تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنتَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ ﴿١١٨﴾

که ته دوی ته عذاب ورکوې -ای ربه- نو یقینا دوی ستا بندګان دي ته چې څه غواړې هماغه پرې کولی شي، او که ته چیرته په دوی باندې احسان وکړې په هغه چا چې ایمان یې راوړی ددوی نه په بخښنې سره نو ددې هیڅوک تالره منع کوونکی نشته، ځکه چې یواځې ته زورور او غالب ذات یې هغه چې هیڅوک پرې نشي غالب کیدلی، حکیم یې په خپلو ټولو چارو کې

قَالَ ٱللَّهُ هَـٰذَا يَوْمُ يَنفَعُ ٱلصَّـٰدِقِينَ صِدْقُهُمْ ۚ لَهُمْ جَنَّـٰتٌۭ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ خَـٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًۭا ۚ رَّضِىَ ٱللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا۟ عَنْهُ ۚ ذَٰلِكَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ ﴿١١٩﴾

الله تعالی به عیسی –علیه السلام- ته ووایې: دا هغه ورځ ده چې فایده ورکوي دپاکو نیتونو، عملونو او ویناګانو والا لره دهغوی ریښتیا، ددوی لپاره جنتونه دي چې بهیږي به لا ندې دبنګلو او ونو دهغوی نه ویالې (نهرونه) همیشه به وي دوی په دې کې همیشه، مرګ به ورله نه راځي، الله تعالی ددوی نه راضي شوی نو هیڅکله به په دوی باندې غصه نشي، او دوی دالله تعالی نه خوشحاله دي په هغه وجه چې دوی ته ورسیدلي همیشني نعمتونه، دا بدله او لدوی څخه رضایت همدا خاص لویه کامیابي ده، نو نشته هیڅ کامیابي چې ددې سره برابر شي

لِلَّهِ مُلْكُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا فِيهِنَّ ۚ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۢ ﴿١٢٠﴾

یوازې الله تعالی لره ده بادشاهي داسمانونو او ځمکو، نو هغه پیداکوونکی دهغو دی او برابروونکی دکار دهغو دی، او خاص هغه لره ده بادشاهي دهغه څه چې په دې دواړو کې دي دمخلوقاتو څخه، او هغه په هر شي باندې قدرت لرونکی دی، نو هیڅ شی یې نشي کمزوری کولی. مخ ۲۳ له ۲۳ moc.hgelp

زده کړه · المائدة — Al-Maaida

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې