يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱتَّقُوا۟ رَبَّكُمُ ٱلَّذِى خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍۢ وَٰحِدَةٍۢ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًۭا كَثِيرًۭا وَنِسَآءًۭ ۚ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ٱلَّذِى تَسَآءَلُونَ بِهِۦ وَٱلْأَرْحَامَ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًۭا ﴿١﴾
ای خلکو! دخپل رب څخه وویریږئ، پس الله تعالی هغه ذات دی چې تاسو یې پیدا کړي یاست له یو نفس نه چې هغه ستاسو پلار آدم علیه السلام دی، او پیدا کړې يې ده له آدم علیه السلام نه دهغه بي بي؛ حواء چې ستاسو مور ده، او خواره کړي يې دي ددغو دواړو له نسل څخه په ځمکه کې ډیر انسانان؛ نر او ښځې، او وویریږئ دالله تعالی څخه هغه چې سوال کوئ بعضی ستاسو دبعضو نه دهغه په نامه چې داسې وایئ: دالله په نامه دا کار داسې وکړه، او وویریږئ دپرې کولو د خپلولۍ نه هغه چې تاسو دیو بل سره نښلوي، بیشکه الله تعالی په تاسو څارونکی دی، نو هغه ستاسو هیڅ عمل نه هیروي، مګر هغه حسابوي او تاسو ته پرې جزا درکوي
وَءَاتُوا۟ ٱلْيَتَـٰمَىٰٓ أَمْوَٰلَهُمْ ۖ وَلَا تَتَبَدَّلُوا۟ ٱلْخَبِيثَ بِٱلطَّيِّبِ ۖ وَلَا تَأْكُلُوٓا۟ أَمْوَٰلَهُمْ إِلَىٰٓ أَمْوَٰلِكُمْ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ حُوبًۭا كَبِيرًۭا ﴿٢﴾
او ورکړئ -ای وصیت کوونکو- یتیمانانو ته -او دا هغه څوک دي چې: پلاران يې وفات شوي وي او دوی بلوغ ته نه وي رسیدلي- مالونه ددوی پوره پوره کله چې دوی بلوغ ته ورسیږی او دوی هوښیاران وي، او تاسو مه بدلوئ حرام مال په حلال باندې؛ دا چې تاسو دیتیمانو دمالونو څخه ښه او غوره مال واخلئ، او دهغه په بدل کې ورته دخپل مال څخه بیکاره او خراب مال ورکړئ، او تاسو مه اخلئ دیتیمانو مالونه چې دخپلو مالونو سره يې یوځای کوئ، یقینا دا کار ډیره لویه ګناه ده دالله تعالی په وړاندې
وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا۟ فِى ٱلْيَتَـٰمَىٰ فَٱنكِحُوا۟ مَا طَابَ لَكُم مِّنَ ٱلنِّسَآءِ مَثْنَىٰ وَثُلَـٰثَ وَرُبَـٰعَ ۖ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا۟ فَوَٰحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَـٰنُكُمْ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰٓ أَلَّا تَعُولُوا۟ ﴿٣﴾
او که چیرته تاسې ویریږئ چې انصاف به ونه کړی شئ کله چې تاسې یتیمانې انجونې په نکاح کړئ هغه چې ستاسو دولایت لا ندې دي، یا له ویرې دکموالي نه د هغوی په واجب مهر کې، او یا دهغوی سره دبدې معاملې له وجې نه، نو بس پریږدئ دوی لره او نکاح وکړئ دپاک لمنو مېرمنو سره پرته له یتیمانو انجونو، که چیرته ستاسو خوښه وي نکاح وکړئ له دوو ښځو سره یا ددریو ښځو سره او یا له څلورو سره، او که چیرته تاسو ویریږئ چې دمېرمنو ترمنځ به انصاف ونه کړای شئ نو بیا په یوه باندې بسنه وکړئ، او یا فایده واخلئ په هغو سره چې مالکان دی ستاسو ښې لا سونه یې له وینځو نه؛ ځکه چې دهغوئ هغه شان حقونه نشته لکه څرنګه چې د (ازادو) ښځو حقونه وي، دا حکم چې په آیت کې راغلی دیتیمو انجونو په اړه او بسنه کول په یوه ښځه باندې او یا فایده اخیستل له وینځې نه ډیر نږدې دي دیته چې تاسو به ظلم ونه کړئ او دحق نه به کاږه نشئ
وَءَاتُوا۟ ٱلنِّسَآءَ صَدُقَـٰتِهِنَّ نِحْلَةًۭ ۚ فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَىْءٍۢ مِّنْهُ نَفْسًۭا فَكُلُوهُ هَنِيٓـًۭٔا مَّرِيٓـًۭٔا ﴿٤﴾
او ښځو ته دهغوی مهرونه دواجب سوغات په توګه ورکړئ، نو که چیرته یې دخپل مهر نه یو څه له زړه نه تاسې ته درکاوه پرته لدې چې اړ یې باسئ دې کار ته؛ نو بیا یې په اسانۍ سره وخورئ چې هیڅ تکلیف پکې نه وي
وَلَا تُؤْتُوا۟ ٱلسُّفَهَآءَ أَمْوَٰلَكُمُ ٱلَّتِى جَعَلَ ٱللَّهُ لَكُمْ قِيَـٰمًۭا وَٱرْزُقُوهُمْ فِيهَا وَٱكْسُوهُمْ وَقُولُوا۟ لَهُمْ قَوْلًۭا مَّعْرُوفًۭا ﴿٥﴾
(ای دچارو ساتونکو) هغو کسانو ته مالونه مه ورکوئ چې په ښه توګه یې اداره کولی نشي، ځکه دا مالونه الله تعالی سبب ګرځولی چې بندګان پرې خپلې چارې او د خپلې زندګۍ کارونه برابر کړي، او دا خلک ددې وړ ندي چې مال واخلي او خوندي یې کړي، او خرچه کوئ په هغوئ باندې او جامي ورله ترې کوئ، او دوی ته ښایسته خبرې کوئ، له دوی سره ښه ژمنه وکړئ چې تاسو به دوی ته پیسې هغه مهال ورکړئ کله چې دوی بالغ شي. او ښه چلند ورسره وکړئ. مخ ۱ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَٱبْتَلُوا۟ ٱلْيَتَـٰمَىٰ حَتَّىٰٓ إِذَا بَلَغُوا۟ ٱلنِّكَاحَ فَإِنْ ءَانَسْتُم مِّنْهُمْ رُشْدًۭا فَٱدْفَعُوٓا۟ إِلَيْهِمْ أَمْوَٰلَهُمْ ۖ وَلَا تَأْكُلُوهَآ إِسْرَافًۭا وَبِدَارًا أَن يَكْبَرُوا۟ ۚ وَمَن كَانَ غَنِيًّۭا فَلْيَسْتَعْفِفْ ۖ وَمَن كَانَ فَقِيرًۭا فَلْيَأْكُلْ بِٱلْمَعْرُوفِ ۚ فَإِذَا دَفَعْتُمْ إِلَيْهِمْ أَمْوَٰلَهُمْ فَأَشْهِدُوا۟ عَلَيْهِمْ ۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ حَسِيبًۭا ﴿٦﴾
ى او ازمیښت وکړئ -ای ولیانو- په یتیمانو کله چې بلوغ ته ورسیږي، په ورکولو دلږ مال سره چې هغوی یې مصرف کړي، نو که په ښه طریقه یې مصرف کړ، او تاسو ته دهغوی هوښیارتیا معلومه شوه؛ نو بس وسپارئ هغوی ته مالونه دهغوی پوره بغیر دنقصان نه، او مه خورئ دهغوی مالونه چې تیریدونکي یاست دهغه حد نه چې الله تعالی ستاسو لپاره روا کړی دهغوی دمالونو څخه دضرورت په وخت کې، او تاسو بیړه مه کوئ په خوړلو دمالونو ددوی کې لدې وجې نه چې تاسو ویریږئ چې که دوی بلوغ ته ورسیږی نو خپل مال به واخلي، او ستاسو نه چې چا لره دومره مال وي چې بې حاجته کوي یې نو بس دیتیم دمال داخیستلو څخه دې ډډه وکړي، او څوک چې ستاسو څخه غریب وي او مال ورسره نه وي نو دخپل حاجت په اندازه دي ترې خوراک وکړي، او کله چې تاسو هغوی ته وروسته دبلوغ څخه او وروسته دمعلومیدلو دهوښیارتیا دهغوی څه مالونه ورسپارئ؛ نو په دغو سپارلو باندې ګواهان ونیسئ لپاره دساتلو دحقوقو، او لپاره دبندولو داسبابو داختلاف لره، او الله تعالی بس دی ګواه په دې باندې، او حساب کوونکی دی دبندګانو سره دهغوی په عملونو باندې
لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌۭ مِّمَّا تَرَكَ ٱلْوَٰلِدَانِ وَٱلْأَقْرَبُونَ وَلِلنِّسَآءِ نَصِيبٌۭ مِّمَّا تَرَكَ ٱلْوَٰلِدَانِ وَٱلْأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ ۚ نَصِيبًۭا مَّفْرُوضًۭا ﴿٧﴾
نصيبا م فروضا نارينه ولره شته دی برخه دهغه مال نه چې پریښی وي مور او پلار او خپلوانو لکه وروڼو او کاکاګانو وروسته دهغوی له مرګ نه، که دا مال لږ وي او که ډیر، او مېرمنو لره شته دی برخه دهغه مال نه چې دوی پریښی وي؛ خلاف دهغه حکم چې کوم دجاهلیت والاو وو چې زنانه او ماشومان به یې له میراث نه محرومول، دا برخه حق دی ښکاره اندازې والا دالله تعالی له طرفه فرض کړی شوې ده
وَإِذَا حَضَرَ ٱلْقِسْمَةَ أُو۟لُوا۟ ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْيَتَـٰمَىٰ وَٱلْمَسَـٰكِينُ فَٱرْزُقُوهُم مِّنْهُ وَقُولُوا۟ لَهُمْ قَوْلًۭا مَّعْرُوفًۭا ﴿٨﴾
او کله چې حاضر شي دمیراث دویش پر مهال هغه خلک چې په میراث کې یې برخه نه وي دخپلوانو او یتیمانو او غریبانو څخه؛ نو ورکړئ دوی ته -د استحباب په ډول- ددې مال څخه مخکې دتقسیم ددې نه هغه څه چې ستاسو نفسونه پرې خوشحالیږي، نو پس دهغوی دې مال ته سترګي دي، او دا مال تاسو ته پرته له مشقت نه حاصل شوی دی، او هغوی ته ښایسته خبرې وکړئ چې څه بد پکې نه وي
وَلْيَخْشَ ٱلَّذِينَ لَوْ تَرَكُوا۟ مِنْ خَلْفِهِمْ ذُرِّيَّةًۭ ضِعَـٰفًا خَافُوا۟ عَلَيْهِمْ فَلْيَتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَلْيَقُولُوا۟ قَوْلًۭا سَدِيدًا ﴿٩﴾
او ودې ویریږي هغه کسان چې که چیرته مړه شي دوی او وروسته پریږدي واړه او کمزوري بچي، نو دوی ویریږي پر دوئ باندې دضایع کیدو نه، نو پس دالله تعالی څخه دې وویریږي دهغه چا باره کې چې ددوی دولایت لا ندې وي په پریښودلو دظلم سره په دوی باندې، تر دې چې الله تعالی دوی ته برابر کړي هغه څوک چې ددوی له مرګ نه وروسته ددوی دبچو سره نیکي وکړي لکه څرنګه نیکي چې دوی کړې وه، او ښه رویه دې وکړي دهغه چا دبچو باره کې چې ددې وصیت ته حاضریږی چې ښه خبره ورته وکړي برابره دحق سره دا نه چې په خپل وصیت کې دخپلو وارثانو په حق کې ظلم وکړي، او دوصیت په پریښودلو سره دې ځان د خیر څخه هم نه محروموي
إِنَّ ٱلَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَٰلَ ٱلْيَتَـٰمَىٰ ظُلْمًا إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِى بُطُونِهِمْ نَارًۭا ۖ وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيرًۭا ﴿١٠﴾
بیشکه هغه کسان چې خوري او اخلي مالونه دیتیمانو، او پدې کې په ظلم او زیاتي سره تصرف کوي، بیشکه دوی اچوي په خپلو خیټو کې اور چې لمبې به وهي په دوی باندې، او خامخا به یې اور سوځوي دقیامت په ورځ. مخ ۲ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
يُوصِيكُمُ ٱللَّهُ فِىٓ أَوْلَـٰدِكُمْ ۖ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ ٱلْأُنثَيَيْنِ ۚ فَإِن كُنَّ نِسَآءًۭ فَوْقَ ٱثْنَتَيْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ ۖ وَإِن كَانَتْ وَٰحِدَةًۭ فَلَهَا ٱلنِّصْفُ ۚ وَلِأَبَوَيْهِ لِكُلِّ وَٰحِدٍۢ مِّنْهُمَا ٱلسُّدُسُ مِمَّا تَرَكَ إِن كَانَ لَهُۥ وَلَدٌۭ ۚ فَإِن لَّمْ يَكُن لَّهُۥ وَلَدٌۭ وَوَرِثَهُۥٓ أَبَوَاهُ فَلِأُمِّهِ ٱلثُّلُثُ ۚ فَإِن كَانَ لَهُۥٓ إِخْوَةٌۭ فَلِأُمِّهِ ٱلسُّدُسُ ۚ مِنۢ بَعْدِ وَصِيَّةٍۢ يُوصِى بِهَآ أَوْ دَيْنٍ ۗ ءَابَآؤُكُمْ وَأَبْنَآؤُكُمْ لَا تَدْرُونَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ لَكُمْ نَفْعًۭا ۚ فَرِيضَةًۭ مِّنَ ٱللَّهِ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًۭا ﴿١١﴾
ه مضبوط حکم کوي الله تعالی او امر کوي تاسو ته دمیراث په اړه ستاسو په اولادونو کې؛ یقینا میراث تقسیمیږي په منځ داولادونو ستاسو کې داسې چې هلک لره به وي په شان ددوو برخو دجینکو، نو که چیرته پریښودي وي دې مړي لورګانې پغیر دنر بچې نه؛ نو ددوو یا ددوو څخه زیاتو لورګانو لره ده دریمه برخه دهغه مال نه چې دې مړي پریښی وي، او که چیرته یوه لور وي نو بیا دهغې لپاره نیمه برخه دهغه مال ده چې دې مړي پریښې وي، او شته لپاره دهر یو دمور او پلار دمړي شپږمه برخه دهغه مال نه چې دې مړي پریښې وي؛ که ددې مړي اولاد وي نر وي او که ښځه، او که چیرته نه وي ددې مړي اولاد او نه یې نور وارثان وي بغیر دمور او پلار څخه؛ نو دمور لپاره یې بیا دریمه حصه دمال ده، او پاتې ټول میراث دپلار حق دی، او که چیرته وي ددې مړي وروڼه یا خویندې دوه یا له دوو څخه زیات که سکه وي (چې مور او پلار یې یو وي) او یا ناسکه وي (چې پلار یا مور يې جدا وي)؛ نو بیا ددې مور لپاره شپږمه برخه فرضا ده، او باقي مال دپلاره لپاره تعصیبا دی، او دې وروڼو او خویندو لپاره بیا هیڅ هم نشته، او دمیراث تقسیم به وي وروسته داداء کولو دهغه وصیت نه چې مړي کړی وي پدې شرط چې دا وصیت به د ټول مال له دریمې حصې څخه زیات نه وي، او په شرط داداء کولو دهغه قرض چې پدې مړي باندې وي، او الله تعالی دمیراث تقسیم ځکه پدې ډول کړی چې؛ تاسو نه پوهیږئ څوک ستاسو دپلارانو او اولادونو څخه تاسو ته ډیر نږدې دی په ګټې دررسولو کې په دنیا او اخرت کې، کیدای شي چې مړی به دیو وارث باره کې د خیر فکر کوي؛ نو هغه ته به ټول مال ورکړي، او یا به پرې دشر سوچ کوي نو هغه به له میراث څخه محروم کړي، او کیدای شي دهغه وارث حالات ددې برعکس وي، او یوازې هغه ذات چې دا ټول پیژني الله تعالی دی هغه ذات چې په هغه باندې هیڅ شي پټ نشې پاتي کیدلی، او لدې وجی نه یې میراث په هغه طریقه تقسیم کړ کوم چې په دې ایت کې بیان شو، او دا یې دخپل طرف نه په خپلو بندګانو فرض کړ، بیشکه الله تعالی په هر څه باندې پوه دی په هغه باندې دخپلو بندګانو د مصلحت څخه هیڅ شی هم پټ نشي پاتې کیدلی، حکمت والا ذات دی په خپلو حکمونو او په خپلو کارونو کې
۞ وَلَكُمْ نِصْفُ مَا تَرَكَ أَزْوَٰجُكُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّهُنَّ وَلَدٌۭ ۚ فَإِن كَانَ لَهُنَّ وَلَدٌۭ فَلَكُمُ ٱلرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْنَ ۚ مِنۢ بَعْدِ وَصِيَّةٍۢ يُوصِينَ بِهَآ أَوْ دَيْنٍۢ ۚ وَلَهُنَّ ٱلرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْتُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّكُمْ وَلَدٌۭ ۚ فَإِن كَانَ لَكُمْ وَلَدٌۭ فَلَهُنَّ ٱلثُّمُنُ مِمَّا تَرَكْتُم ۚ مِّنۢ بَعْدِ وَصِيَّةٍۢ تُوصُونَ بِهَآ أَوْ دَيْنٍۢ ۗ وَإِن كَانَ رَجُلٌۭ يُورَثُ كَلَـٰلَةً أَوِ ٱمْرَأَةٌۭ وَلَهُۥٓ أَخٌ أَوْ أُخْتٌۭ فَلِكُلِّ وَٰحِدٍۢ مِّنْهُمَا ٱلسُّدُسُ ۚ فَإِن كَانُوٓا۟ أَكْثَرَ مِن ذَٰلِكَ فَهُمْ شُرَكَآءُ فِى ٱلثُّلُثِ ۚ مِنۢ بَعْدِ وَصِيَّةٍۢ يُوصَىٰ بِهَآ أَوْ دَيْنٍ غَيْرَ مُضَآرٍّۢ ۚ وَصِيَّةًۭ مِّنَ ٱللَّهِ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَلِيمٌۭ ﴿١٢﴾
ى ه او ستاسو لپاره -ای خاوندانو- نیمه حصه دهغه مال ده چې ستاسو بیبیانو پريښی وي؛ چې کله دهغوی هیڅ اولاد نه وي -نارینه یا زنانه- ستاسو څخه او یا دبل خاوند څخه، نو که چیرته دهغوی اولاد وي - نارینه یا زنانه- نو بیا ستاسو لپاره څلورمه حصه دهغه مال ده چې ستاسو بیبیانو پریښی وي، دا به تاسو لره درکول کیږي وروسته دنافذولو دوصیت دهغوی نه، او وروسته داداد کولو دهغه قرض نه چې په هغوی باندې قرض وي. او دبیبیانو لپاره څلورمه حصه دهغه مال ده چې تاسو پریښی وي -ای خاوندانو- که چیرته ستاسو اولاد نه وي -نارینه یا زنانه- ددې بیبیانو څخه او یا دنورو څخه، نو که چیرته ستاسو اولاد وي -نارینه یا زنانه- نو بیا دهغوی لپاره اتمه حصه دهغه مال ده چې تاسو پریښی دی، هغوی ته به دا حصه ورکول کیږي وروسته داجرا کولو ستاسو دوصیت نه، او وروسته دادا کولو دهغه قرض نه چې په تاسو وي. او که چیرته یو سړی مړ شي او دهغه پلار او اولاد نه وي، او یا زنانه مړه شي چې دهغې پلار او اولاد نه وي، او وي ددې مړي لپاره ددې دواړو نه اخیافی (چې یوازی له مور څخه يې وي) ورور یا خور؛ نو پس هر یو ددې دواړو ته شپږمه حصه دمال ده فرضا، او که چیرته دا اخیافي وروڼه او خویندې له یو څخه زیاتې وي؛ نو بیا ددې ټولو لپاره یوځای دټول مال دریمه برخه ده فرضا، نارینه او زنانه یوشان دي په تقسیم کې، او اخلي دوی دا خپله برخه وروسته داجرا کولو دوصیت دمړي څخه، او وروسته دادا کولو دهغه قرض نه چې په دې مړي وي، پدې شرط چې دا وصیت به وارثانو ته څه ضرر نه رسوي؛ داسې چې دا وصیت دټول مال له دریمي حصې څخه زیات وي، دا حکم چې کوم په دې آیت کې راغلی دالله تعالی له طرفه تاسو ته مضبوط حکم دی چې په تاسو یې فرض کړی دی، او الله تعالی پوهه دی په هغه څه چې اصلاح کوي په هغه سره بندګان خپل په دنیا او اخرت کې، صبرناک دی ګناهګار ته په سزا ورکولو کې تلوار نه کوي. مخ ۳ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
تِلْكَ حُدُودُ ٱللَّهِ ۚ وَمَن يُطِعِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ يُدْخِلْهُ جَنَّـٰتٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ خَـٰلِدِينَ فِيهَا ۚ وَذَٰلِكَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ ﴿١٣﴾
دا پورته بیان شوي احکام دیتیمانو او نورو خلکو باره کې، دالله تعالی حکمونه دي خپلو بندګانو لپاره يې روا کړي چې عمل پرې وکړي، او څوک چې تابعداري وکړي دالله تعالی او دهغه درسول په عملي کولو داوامرو دهغوی او په ځان ساتلو سره له نواهیو دهغوی څخه؛ نو داخل به یې کړي الله تعالی جنتونو ته چې بهیږي لا ندې دبنګلو دهغې نه ویالې (نهرونه)، همیشه به وي دوی په دې کې چې ختمیدل به ورته نه رسیږي، او دا دالله تعالی بدله ده همدا غټه کامیابي ده چې هیڅ قسم کامیابي ورسره نشي برابریدلی
وَمَن يَعْصِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُۥ يُدْخِلْهُ نَارًا خَـٰلِدًۭا فِيهَا وَلَهُۥ عَذَابٌۭ مُّهِينٌۭ ﴿١٤﴾
او چا چې نافرماني وکړه دالله تعالی او دهغه درسول په وروسته کولو دحکمونو دهغه او په پریښودلو دعمل کولو په هغو، او یا په شک کولو سره په هغو کې، او دالله تعالی دحکمونو له پولو څخه اوړي؛ داخل به یې کړي اورته همیشه به وي پدې اور کې، او دې لره به پدې اور کې ذلیلونکی عذاب وي
وَٱلَّـٰتِى يَأْتِينَ ٱلْفَـٰحِشَةَ مِن نِّسَآئِكُمْ فَٱسْتَشْهِدُوا۟ عَلَيْهِنَّ أَرْبَعَةًۭ مِّنكُمْ ۖ فَإِن شَهِدُوا۟ فَأَمْسِكُوهُنَّ فِى ٱلْبُيُوتِ حَتَّىٰ يَتَوَفَّىٰهُنَّ ٱلْمَوْتُ أَوْ يَجْعَلَ ٱللَّهُ لَهُنَّ سَبِيلًۭا ﴿١٥﴾
او هغه چې راتګ کوي بدکارۍ ته ستاسو له زنانه وڅخه که واده شوي وي او که نه وي واده شوې، نو بس ګواهان ونیسئ په دوئ باندې څلور سړي مسلمانان عادلان، نو که هغوی ګواهي وکړه په دې زنانه وچې بدکاري يې کړې ده نو بس بندې وساتئ هغوی لره په کوټو کې؛ دا سزا ده ددوی لپاره، تر دې چې دمرګ په راتګ سره یې زندګي ختمه شي، او یا جوړه کړي الله تعالی دوی لره بله څه لا ره غیر له بند نه. بیا الله تعالی دهغوی لپاره وروسته لا ره بیان کړه، نو حکم یې کیښود د باکرې (ناواده شوې) بدکاره ښځې لپاره سل درې وهل او یو کال جلا وطني، او دواده شوي ښځي لپاره رجم (په کاڼو ویشتل)
وَٱلَّذَانِ يَأْتِيَـٰنِهَا مِنكُمْ فَـَٔاذُوهُمَا ۖ فَإِن تَابَا وَأَصْلَحَا فَأَعْرِضُوا۟ عَنْهُمَآ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ تَوَّابًۭا رَّحِيمًا ﴿١٦﴾
او هغه دوه کسان چې دزنا يا لواطت بدکاري وکړي له سړو څخه -که واده یې کړی وي او که نه یې وي کړی- نو سزا ورکړئ هغوي ته په ژبه او په لا س چې کوم یو شی دوی سپکوي او رټي يې، نو که چیرته دوی دخپل بدکار څخه واوښتل، او خپل اعمال يې برابر کړل؛ نو تاسو هغوی ته دبد رد څخه مخ واړوئ؛ ځکه چې د ګناه څخه توبه ویستونکی داسي وي لکه بیخي چې يې ګناه نه وي کړي، بیشکه الله تعالی ډیر توبه قبلوونکی دی په هغه چا باندې چې توبه وباسي دهغه له بندګانو څخه، مهربانه دی په هغوی باندې. او په دې ډول سزا باندې بسنه کول اول داسلام کې وو، بیا وروسته منسوخ شو په وهلو او جلاوطنۍ سره دغیر واده شوي او په رجم کولو (کاڼو ویشتلو) دواده شوي
إِنَّمَا ٱلتَّوْبَةُ عَلَى ٱللَّهِ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ ٱلسُّوٓءَ بِجَهَـٰلَةٍۢ ثُمَّ يَتُوبُونَ مِن قَرِيبٍۢ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ يَتُوبُ ٱللَّهُ عَلَيْهِمْ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًۭا ﴿١٧﴾
عليما حكيما بیشکه قبلوي الله تعالی توبه دهغو کسانو چې اقدام یې کړی وي په کولو دګناه او نافرمانۍ په ناپوهۍ سره په انجام ددې ګناه او په بدوالي ددې ګناه -او دا دهر ګناه کوونکي حال وي که قصدا يې کړی وي او که په خطا سره یې کړی وي- بیا راګرځي مایلیدونکي خپل رب ته مخکې دلیدلو دمرګ نه (مخکې دزنکدن نه)، نو الله تعالی قبلوي ددغو کسانو توبه، او دهغوی دګناهونو څخه تیریږي، او الله تعالی دخپلو مخلوقاتو په احوالو ښه خبر دی، حکیم دی په خپل تقدیر او حکمونو کې
وَلَيْسَتِ ٱلتَّوْبَةُ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ ٱلسَّيِّـَٔاتِ حَتَّىٰٓ إِذَا حَضَرَ أَحَدَهُمُ ٱلْمَوْتُ قَالَ إِنِّى تُبْتُ ٱلْـَٔـٰنَ وَلَا ٱلَّذِينَ يَمُوتُونَ وَهُمْ كُفَّارٌ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ أَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًۭا ﴿١٨﴾
او الله دهغو کسانو توبه نه قبلوي چې پر ګناهونو ټينګار کوي او تر هغه توبه نه ترې وباسي ترڅو يې دمرګ سختۍ نه وي ليدلې، دغه مهال بيا له هغوی يو تن وايي: ما اوس له هغو ګناهونو توبه اېستلې چې کړي مې دي او همدارنګه الله دهغو کسانو توبه نه مني چې پر کفر دټينګار کولو په حال کې مړه کيږي، همدوی پر ګناهونو مخ ۴ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ټينګار کوونکي سرغړوونکي دي او څوک چې دکفر په حالت کې مړه کيږي دهغوی لپاره مو دردوونکی عذاب چمتو کړی دی
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَرِثُوا۟ ٱلنِّسَآءَ كَرْهًۭا ۖ وَلَا تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُوا۟ بِبَعْضِ مَآ ءَاتَيْتُمُوهُنَّ إِلَّآ أَن يَأْتِينَ بِفَـٰحِشَةٍۢ مُّبَيِّنَةٍۢ ۚ وَعَاشِرُوهُنَّ بِٱلْمَعْرُوفِ ۚ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَىٰٓ أَن تَكْرَهُوا۟ شَيْـًۭٔا وَيَجْعَلَ ٱللَّهُ فِيهِ خَيْرًۭا كَثِيرًۭا ﴿١٩﴾
كثيرا اې هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او دهغه درسول پيروي مو کړې ده، ستاسو لپاره روا نه دي چې دپلرونو او خپلوانو مېرمنې مو په ميراث يوسئ لکه مال چې په ميراث وړل کيږي او له هغوی سره په واده کولو تصرف وکړئ او يا يې چې چاته وغواړئ په نکاح کړئ او يا يې له واده څخه منع کړئ، او نه ستاسو لپاره دزيان په موخه دخپلو هغو مېرمنو راګرځول روا دي چې تاسو يې نه خوښوئ، تر څو ستاسو لپاره له ځينې هغه مهر او نورو شيانو تېرې شي چې ورکړي مو دي، مګر دا چې څرګنده ناروا کار لکه زنا وکړي، که يې دغه کار وکړ، بيا ستاسو لپاره دهغوی را ګرځول او پر هغوی تر هغه وخته تنګسه راوستل روا دي، ترڅو يې هغه څه دفديې په ډول نه وي درکړي چې تاسو هغوی ته ورکړي وو، له خپلو مېرمنو سره دزيان له رسولو په لا س اخېستو او نېکۍ کولو سره ښه ملګرتيا وکړئ، که مو دکومې دنيوي چارې له امله له هغوی بد راځي، نو پر هغوی صبر وکړئ، کېدای شي الله په هغه څه کې ددنيا په ژوند او آخرت کې زياته ښېګڼه درته اېښې وي
وَإِنْ أَرَدتُّمُ ٱسْتِبْدَالَ زَوْجٍۢ مَّكَانَ زَوْجٍۢ وَءَاتَيْتُمْ إِحْدَىٰهُنَّ قِنطَارًۭا فَلَا تَأْخُذُوا۟ مِنْهُ شَيْـًٔا ۚ أَتَأْخُذُونَهُۥ بُهْتَـٰنًۭا وَإِثْمًۭا مُّبِينًۭا ﴿٢٠﴾
م بينا او که چیرته تاسو اراده وکړئ -ای خاوندانو- طلاقول دیوئ ښځې، او بدلول دبلې ښځې په هغې؛ نو په تاسو باندې پدې کې څه ګناه نشته، او که چیرته تاسو ورکړی وي هغې ښځې ته چې تاسو دهغې دپریښودلو پخه اراده کړي وي ډیر مال په مهر کې؛ نو ندي جایز تاسو لره اخیستل دهیڅ شی له هغې نه، ځکه دهغه څه اخیستل چې تاسو دوی ته ورکړی یو ښکاره سپکاوی( تور تپل) او ښکاره ګناه ده. وكيف تأ خذونه وقد أفض بعضكم إلى بعض وأخذن منكم ميثقا غليظا
وَكَيْفَ تَأْخُذُونَهُۥ وَقَدْ أَفْضَىٰ بَعْضُكُمْ إِلَىٰ بَعْضٍۢ وَأَخَذْنَ مِنكُم مِّيثَـٰقًا غَلِيظًۭا ﴿٢١﴾
او څرنګه تاسو اخلئ هغه څه چې تاسو ورکړي وي هغوئ ته دمهر نه وروسته دهغه نه چې ستاسو ترمنځ کومه علاقه او دوستي رامنځ ته شوې وه او تاسو کوم خوندونه اخیستي وو او دیو بل په پټو رازونو خبر شوي وئ، ځکه چې دهغه مال ارزو کول چې دهغوی سره وي وروسته ددې ټولو خبرو نه نا آشنا او بد کار دی، او په تحقیق سره اخیستلی دی دې زنانه وستاسو نه کلک لوظ، او هغه دا چې هغوی مو دالله په نوم او دهغه دشریعت له مخې ځان ته روا کړي دي
وَلَا تَنكِحُوا۟ مَا نَكَحَ ءَابَآؤُكُم مِّنَ ٱلنِّسَآءِ إِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ فَـٰحِشَةًۭ وَمَقْتًۭا وَسَآءَ سَبِيلًا ﴿٢٢﴾
او تاسو مه په نکاح کوئ هغه ښځې چې مخکې په نکاح کړي وې ستاسو پلارانو؛ ځکه دا کار حرام دی، مګر دا چې مخکې له اسلام نه چا دا کار کړی وي نو په هغه باندې څه نیوکه نشته، دا ځکه چې دپلار دښځې سره دزوی نکاح کول عقلا ډیر بد کار دی، او دالله تعالی دغصي سبب دی ددې کار په کارکوونکې باندې، او ډیره بده لا ر ده دهغه چا لپاره چې دا کار یې کړی وي
حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ أُمَّهَـٰتُكُمْ وَبَنَاتُكُمْ وَأَخَوَٰتُكُمْ وَعَمَّـٰتُكُمْ وَخَـٰلَـٰتُكُمْ وَبَنَاتُ ٱلْأَخِ وَبَنَاتُ ٱلْأُخْتِ وَأُمَّهَـٰتُكُمُ ٱلَّـٰتِىٓ أَرْضَعْنَكُمْ وَأَخَوَٰتُكُم مِّنَ ٱلرَّضَـٰعَةِ وَأُمَّهَـٰتُ نِسَآئِكُمْ وَرَبَـٰٓئِبُكُمُ ٱلَّـٰتِى فِى حُجُورِكُم مِّن نِّسَآئِكُمُ ٱلَّـٰتِى دَخَلْتُم بِهِنَّ فَإِن لَّمْ تَكُونُوا۟ دَخَلْتُم بِهِنَّ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ وَحَلَـٰٓئِلُ أَبْنَآئِكُمُ ٱلَّذِينَ مِنْ أَصْلَـٰبِكُمْ وَأَن تَجْمَعُوا۟ بَيْنَ ٱلْأُخْتَيْنِ إِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ غَفُورًۭا رَّحِيمًۭا ﴿٢٣﴾
بیشکه حرام کړي الله تعالی په تاسو باندې نکاح کول دخپلو میندو سره او پورته دهغوی نه، یعنی دمور مور او دهغې نیا دپلار یا دمور له طرف نه، او لورګانې ستاسو اولا ندې دهغوی نه؛ یعني ستاسو دلورګانو لورګانې او دهغوی دلورګانو لورګانې، او همدارنګه دزوی لورګانې او دلور لورګانې اولا ندې دهغې نه، او خویندې ستاسو سکه (چې مور او پلار مو یو وي) او یا ناسکه (چې مور یا پلار مو جدا وي)، او عمات (د پلار خویندې) ستاسو، او همدارنګه ستاسو دپلارانو عمه مخ ۵ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ګانې او ستاسو دمورګانو عمه ګانې او پورته له هغې نه، او تروریاني (د مور خویندې) ستاسو، او همدارنګه ستاسو دمیندو او پلارانو تروریاني او پورته دهغوی نه، او وریرې ستاسو او خورزې ستاسو، او دهغوی اولاد او ښکته دهغوی نه، او میندې ستاسې هغه چې تاسو ته یې تی (شیدې) درکړي وي، او خویندې ستاسو دوجې د تي رودلو نه، او ستاسو دبیبیانو میندې (خواښیانې) که تاسو ددغو بیبیانو سره کوروالی کړی وي او که نه مو وي کړی، او لورګانې ستاسو دبیبیانو هغه چې دبل خاوند څخه وي (پرکټۍ) چې ستاسو په کورونو کې غالبا هغوئ اوسیږي او دهغوئ تربیت کیږي، او همدارنګه هغه چې ستاسو په کورونو کې یې تربیت نه وي شوي، که چیرته تاسو دهغوی له مورګانو سره کوروالی کړی وي، او که کوروالی مو ورسره نه وي کړی نو بیا په تاسو څه ګناه نشته چې دهغوی دلورګانو سره نکاح وکړئ، او حرام کړې یې ده په تاسو باندې نکاح کول ستاسو دزامنو دښځو (انګور) سره هغه زامن چې ستاسو نه پیدا وي، او اګر که هغوی ورسره کوروالی هم نه وي کړی، او په دې حکم کې ستاسو درضاعي بچو ښځې هم شاملې دي، او حرام دی په تاسو باندې یوځای کول ددوو خویندو ترمنځ که نسبي خویندي وي او که رضاعي وي مګر هغه چې مخکې چا دا کار کړی وي په جاهلیت دور کې نو بس الله تعالی دهغه نه عفوه کړې ده، بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی دی خپلو توبه ویستونکو بندګانو ته، مهربانه دی په هغوی باندې. او همدا رنګه په حدیثو کې دښځې او دهغې دترور (عمه او خاله) تر منځ دیوځای والی څخه هم منع راغلې ده
۞ وَٱلْمُحْصَنَـٰتُ مِنَ ٱلنِّسَآءِ إِلَّا مَا مَلَكَتْ أَيْمَـٰنُكُمْ ۖ كِتَـٰبَ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ ۚ وَأُحِلَّ لَكُم مَّا وَرَآءَ ذَٰلِكُمْ أَن تَبْتَغُوا۟ بِأَمْوَٰلِكُم مُّحْصِنِينَ غَيْرَ مُسَـٰفِحِينَ ۚ فَمَا ٱسْتَمْتَعْتُم بِهِۦ مِنْهُنَّ فَـَٔاتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ فَرِيضَةًۭ ۚ وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا تَرَٰضَيْتُم بِهِۦ مِنۢ بَعْدِ ٱلْفَرِيضَةِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًۭا ﴿٢٤﴾
او حرام کړی شوي دي په تاسو باندې نکاح کول دواده شوو زنانه وسره، مګر هغه چې مالکان شوي یاستئ تاسو په قیدي کولو دهغوئ دالله تعالی په لا ره کې په جهاد کې، نو جایز دي تاسو لره کوروالی دهغوئ سره وروسته دپاکوالي دهغوئ دبچو دانو په یو حیض (میاشتنۍ بیمارۍ) سره، دا حکم الله تعالی په تاسو فرضا مقرر کړی دی، او حلال کړي الله تعالی تاسو لره علاوه (پرته) له دې نه ټولې زنانه، په دې شرط چې تاسو ولټوئ ستاسو په مالونو سره پاکوالی ستاسو دنفسونو او بچ کول دهغو په حلالو طریقو سره چې نه یاستئ قصد کوونکې دزنا، نو دکومو زنانه وڅخه چې تاسو فایدې واخلئ په نکاح کولو سره نو ورکړئ هغوئ ته مهرونه د هغوئ هغه چې الله تعالی په تاسو باندې مقرر کړی دی، او نشته ګناه په تاسو په هغه څه کې چې تاسو په هغه باندې رضا شئ وروسته دټاکلو دواجب مهر نه، د زیاتوالی نه په هغه کې او یا عفوه کول په څه حصه دمهر کې، بیشکه الله تعالی پوهه دی په خپلو مخلوقاتو باندې هیڅ شی په هغه باندې پټ نشې پاتی کیدلی، حکمت والا دی په خپلو کارونو او حکمونو کې
وَمَن لَّمْ يَسْتَطِعْ مِنكُمْ طَوْلًا أَن يَنكِحَ ٱلْمُحْصَنَـٰتِ ٱلْمُؤْمِنَـٰتِ فَمِن مَّا مَلَكَتْ أَيْمَـٰنُكُم مِّن فَتَيَـٰتِكُمُ ٱلْمُؤْمِنَـٰتِ ۚ وَٱللَّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَـٰنِكُم ۚ بَعْضُكُم مِّنۢ بَعْضٍۢ ۚ فَٱنكِحُوهُنَّ بِإِذْنِ أَهْلِهِنَّ وَءَاتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ بِٱلْمَعْرُوفِ مُحْصَنَـٰتٍ غَيْرَ مُسَـٰفِحَـٰتٍۢ وَلَا مُتَّخِذَٰتِ أَخْدَانٍۢ ۚ فَإِذَآ أُحْصِنَّ فَإِنْ أَتَيْنَ بِفَـٰحِشَةٍۢ فَعَلَيْهِنَّ نِصْفُ مَا عَلَى ٱلْمُحْصَنَـٰتِ مِنَ ٱلْعَذَابِ ۚ ذَٰلِكَ لِمَنْ خَشِىَ ٱلْعَنَتَ مِنكُمْ ۚ وَأَن تَصْبِرُوا۟ خَيْرٌۭ لَّكُمْ ۗ وَٱللَّهُ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿٢٥﴾
ه او هغه څوک چې وسه نه لري ستاسو څخه -ای سړو- دمال دکموالي له امله چې نکاح وکړي دازادو زنانه وسره نو جایز دی دې لره نکاح کول دوینځو سره چې ستاسو نه پرته دبل چا وینځې وي، په دې شرط چې په ظاهر کې تاسو ته مومنانې ښکاري، او الله تعالی ښه پوهه دي په حقیقت دایمانونو ستاسو او په پټو حالاتو ستاسو، او تاسو او هغوئ برابر یاستئ په دین او انسانیت کې، نو بس تاسو مه اوړئ دنکاح کولو نه دهغوی سره، او تاسو نکاح کړئ هغوی په اجازه دمالکانو د هغوی، او ورکړئ هغوی ته مهرونه دهغوی پرته له کموالي او وروسته والي څخه، دا پدې شرط چې هغوی پاک لمنې وي په ښکاره ډول زنا کاري نه وي، او نه وي نیوونکې پټو یارانو لره لپاره دزنا کولو دهغوی سره په پټه باندې، نو کله چې دا وینځې نکاح وکړي، او بیا بدکارۍ (زنا) ته راتګ وکړي نو دهغوئ سزا په شان دنیمې سزا دازادو ښځو ده: پنځوس درې دي، او دهغوئ په کاڼو ویشتل نشته، برخلاف دازادو زنانه وکله چې هغوی زنا وکړي. دا چې بیان شو دنکاح جواز دپاک لمني مومنې وینځې سره دهغه چا لپاره رخصت دی چې په خپل ځان په زنا کې دواقع کیدو نه ویریږي، او دازادو زنانه وسره دنکاح وسه یې نه وي، سره ددې نه چې د وینځو سره دنکاح کولو څخه صبر کول ډیر بهتر دي؛ ددې وجې نه چې غلامان بچې ډیر نشي، او الله تعالی بخښنه کوونکی دی هغه چاته چې رجوع ورته وکړي د خپلو بندګانو څخه، مهربانه دی په هغوی باندې، او دهغه درحمت څخه دا دي چې هغوی ته یې دوینځو سره نکاح کول جایز کړي په هغه وخت کې چې انسان دازادې زنانه سره نکاح نشي کولی او په زنا کې دواقع کیدو څخه ویریږي
يُرِيدُ ٱللَّهُ لِيُبَيِّنَ لَكُمْ وَيَهْدِيَكُمْ سُنَنَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ وَيَتُوبَ عَلَيْكُمْ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌۭ ﴿٢٦﴾
غواړي الله تعالی په دې جایز کولو ددې احکامو سره چې بیان کړي تاسو ته دخپل دین طریقي، او هغه څه چې په هغه کې ستاسو دد نیا او اخرت مصلحتونه وي، مخ ۶ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر او غواړي الله تعالی چې وښایې تاسو ته لا ره دپیغمبرانو چې مخکې ستاسو څخه وو په حلالو او حرامو کې، او ښایسته صفات دهغوی، او دهغوی ښایسته تګلاره چې تاسو دهغوی تابعداري وکړئ، او غواړي الله تعالی چې تاسو دګناهونو څخه خپلې تابعدارۍ ته راوګرځوي، او الله تعالی پوهه دي په هغه څه چې دخپلو بندګانو مصلحت یې پکې وي نو هغوی لره یې روا او جایز کوي، حکمت والا دی په خپلو احکامو کې او دخپلو چارو په تدبیر کې
وَٱللَّهُ يُرِيدُ أَن يَتُوبَ عَلَيْكُمْ وَيُرِيدُ ٱلَّذِينَ يَتَّبِعُونَ ٱلشَّهَوَٰتِ أَن تَمِيلُوا۟ مَيْلًا عَظِيمًۭا ﴿٢٧﴾
او الله تعالی غواړي چې توفیق دتوبې درکړي تاسو ته، او ستاسو دګناهونو څخه تیر شي، او غواړي هغه کسان چې په خپلو شهوتونو پسې روان دي؛ چې لرې شئ تاسو دنیغې لا رې نه ډیر لرې
يُرِيدُ ٱللَّهُ أَن يُخَفِّفَ عَنكُمْ ۚ وَخُلِقَ ٱلْإِنسَـٰنُ ضَعِيفًۭا ﴿٢٨﴾
غواړی الله تعالی چې سپک کړي له تاسو څخه په هغه احکامو کې چې ستاسو لپاره یې روا کړي دي، نو تاسو نه مکلف کوي په هغه څه چې وسه يې نه لرئ؛ ځکه چې هغه ښه پوهه دی دانسان په کمزورۍ په پیدایشت او په اخلاقو کې
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَأْكُلُوٓا۟ أَمْوَٰلَكُم بَيْنَكُم بِٱلْبَـٰطِلِ إِلَّآ أَن تَكُونَ تِجَـٰرَةً عَن تَرَاضٍۢ مِّنكُمْ ۚ وَلَا تَقْتُلُوٓا۟ أَنفُسَكُمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًۭا ﴿٢٩﴾
ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او دهغه درسول صلی الله علیه وسلم تابعداری مو کړې ده! نه دې اخلې بعضی ستاسو نه مالونه دبعضو نورو په ناروا طریقو سره، لکه په زور اخیستل او په غلا او رشوت او نورو باطلو طریقو باندې، مګر که دا مالونه دتجارت مالونه وي چې ددواړو (اخیستونکي او خرڅوونکي) په خوښه صادر شوي وي، نو جایز دي تاسو لره دهغې خوړل او په هغه کې تصرف کول، او نه دې وژني بعضي ستاسو نه بعضو نورو لره، او نه دې مړ کوي هیڅ یو کس ستاسو نه خپل ځان لره، او خپل ځان دې هلاکت ته نه اچوي، بیشکه الله تعالی په تاسو باندې ډیر مهربانه دی، او دهغه درحمت څخه دا دي چې په ستاسو وینې او مالونه او عرضونه يې حرام کړي دي
وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ عُدْوَٰنًۭا وَظُلْمًۭا فَسَوْفَ نُصْلِيهِ نَارًۭا ۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرًا ﴿٣٠﴾
او څوک چې وکړي دغه کارونه چې منع ترې شوې ده نو وخوري مال دبل چا او په هغه باندې تیری وکړي په وژلو سره او یا بلې طریقې سره چې ښه پوهه تیری کوونکی وي، ناخبره او هیریدونکی نه وي؛ نو خامخا زر دې چې داخل به یې کړي الله تعالی اور لوی ته دقیامت په ورځ، څکې به دهغه اور ګرمي، او برداشت کوي به دهغه عذاب، او دی دا کار په الله تعالی باندې ډیر اسان؛ ځکه چې الله تعالی قادر دی هیڅ شی یې نشې عاجز کولي (هیڅ شي ترې نشې پاتي کیدلی)
إِن تَجْتَنِبُوا۟ كَبَآئِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّـَٔاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُم مُّدْخَلًۭا كَرِيمًۭا ﴿٣١﴾
که ځان لرې وساتئ تاسو -ای مومنانو- دغټو ګناهونو له کولو څخه لکه دالله تعالی سره شرک کول، او دمور او پلار نافرماني کول، او بې ګناه نفس وژل، او دسود خوړل؛ نو مونږ به تیر شو دهغو وړو ګناهونو څخه چې تاسو يې کوئ چې هغه به درنه ورژوو او ختم به يې کړو، او داخل به کړو تاسو دعزت والا ځای ته په نز دالله تعالی، او هغه ځای جنت دی
وَلَا تَتَمَنَّوْا۟ مَا فَضَّلَ ٱللَّهُ بِهِۦ بَعْضَكُمْ عَلَىٰ بَعْضٍۢ ۚ لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌۭ مِّمَّا ٱكْتَسَبُوا۟ ۖ وَلِلنِّسَآءِ نَصِيبٌۭ مِّمَّا ٱكْتَسَبْنَ ۚ وَسْـَٔلُوا۟ ٱللَّهَ مِن فَضْلِهِۦٓ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمًۭا ﴿٣٢﴾
ه ه اې مومنانو دهغه څه هيله مه کوئ چې الله ستاسو څخه ځينو ته پر ځينو کومه پېرزوينه کړې ده؛ ترڅو دغصې او کينې لا مل نه شي؛ نو دښځينه ولپاره نه ښايي چې دهغه څه هيله وکړي چې الله دنارينه ولپاره ځانګړي کړي دي، ځکه دهرې ډلې لپاره دهغه له حساب سره سمه بدله ده، او له الله څخه دهغه دورکړې دزياتوالي غوښتنه وکړئ، پرته له شکه الله پر هرڅه ښه پوه دی، نو هر چاته يې له هغه سره مناسب څه ورکړي دي. مخ ۷ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَلِكُلٍّۢ جَعَلْنَا مَوَٰلِىَ مِمَّا تَرَكَ ٱلْوَٰلِدَانِ وَٱلْأَقْرَبُونَ ۚ وَٱلَّذِينَ عَقَدَتْ أَيْمَـٰنُكُمْ فَـَٔاتُوهُمْ نَصِيبَهُمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ شَهِيدًا ﴿٣٣﴾
شىء شهيدا او لپاره دهر یو ستاسو څخه مونږ ګرځولې هغه لره خپلوان میراث اخلي دهغه مال نه چې پریښی وي مور او پلار او نورو خپلوانو دمیراث نه او هغه کسان چې تاسو غوټه کړي دهغوئ سره مضبوط قسمونه په اتحاد او کومک کولو نو ورکړئ هغوی ته برخه دهغوی دمیراث نه، بیشکه دی الله تعالی په هر څه باندې څاروونکې، او د هغه دڅارنې څخه شاهدې دهغه ده ستاسو په دې قسمونو او لوظونو، او توارث بالحلف (په دوستئ سره دیو بل نه میراث اخیستل) داسلام په اول کې وو، بیا منسوخ شو
ٱلرِّجَالُ قَوَّٰمُونَ عَلَى ٱلنِّسَآءِ بِمَا فَضَّلَ ٱللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍۢ وَبِمَآ أَنفَقُوا۟ مِنْ أَمْوَٰلِهِمْ ۚ فَٱلصَّـٰلِحَـٰتُ قَـٰنِتَـٰتٌ حَـٰفِظَـٰتٌۭ لِّلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ ٱللَّهُ ۚ وَٱلَّـٰتِى تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَٱهْجُرُوهُنَّ فِى ٱلْمَضَاجِعِ وَٱضْرِبُوهُنَّ ۖ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوا۟ عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيًّۭا كَبِيرًۭا ﴿٣٤﴾
ي سړی به ساتنه کوي دزنانه و، او دهغوی چارې (د زندګۍ اسباب) به سمبالوي، پدې وجه چې الله تعالی دوی خاص کړي په غوره والي سره په زنانه وباندې، او په دې وجه چې واجب دي په دې سړو باندې دنفقې نه او دسرپرستۍ کولو نه په زنانه وباندې، او هغه نیکانې دښځو څخه چې تابعداري کوونکي وي دخپل رب، تابعداري کوونکي وي دخپل خاوند، ساتونکي وي دخپلو خاوندانو دهغوئ په غیاب کې په سبب دتوفیق دالله تعالی دې زنانه وته، او هغه زنانه چې تاسو ویریږئ د هغوی له سرغړونې څخه دخاوند دتابعدارۍ نه په وینا او چلند کې، نو اول شروع وکړئ -ای خاوندانو- هغوی ته په نصیحت کولو او دالله تعالی څخه په ویره ورکولو، نو که چیرته درله خبره ونه منې نو بیا پریږدئ هغوی لره په بیسترو کې، داسې چې شا دې ورته اړولي وي او کوروالی دې ورسره نه کوي، نو که بیا یې هم خبره ونه منله نو بیا یې ووهئ داسې وهل چې ډیر او سخت نه وي (چې په وجود کې یې دوهلو اثر پیدا نشې او یایې هډوکی مات نشي)، نو که بیا راوګرځې ستاسو اطاعت ته؛ نو بیا په هغوې تیری مه کوئ په ظلم کولو سره او یا په ملامتیا ورکولو سره، بیشکه دی الله تعالی خاوند داوچتوالي په هر شی باندې، اوچت دی په خپل ذات او صفاتو کې نو دهغه څخه وویریږئ
وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَٱبْعَثُوا۟ حَكَمًۭا مِّنْ أَهْلِهِۦ وَحَكَمًۭا مِّنْ أَهْلِهَآ إِن يُرِيدَآ إِصْلَـٰحًۭا يُوَفِّقِ ٱللَّهُ بَيْنَهُمَآ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًۭا ﴿٣٥﴾
كان عليما خبيرا او که چیرته ویریږئ تاسو -ای ولیانو دښځې او خاوند- چې وبه رسیږي خلاف ددې دواړو تر منځ دښمنۍ او یو بل ته شاکولو ته، نو ولیږئ یو سړی منصف دخاوند د خپلوانو څخه، او یو سړی منصف دزنانه دخپلوانو څخه؛ ددې لپاره چې دا دواړه فیصله وکړي په کوم شي کې چې مصلحت وي دجدا والي نه او یا يوځای پاتې کیدلو نه، او ددواړو یوځای پاتی کیدل ښه دي او بهتر دي، نو که چیرته دې دواړو منصفانو فیصله کوونکو اراده وکړه دښځې او خاوند دیوځای پاتی کیدلو او ښه طریقه یې غوره کړه نو الله تعالی به ښځې او خاوند دواړو لره توفیق ورکړي، او دهغوی تر منځ اختلاف به ختم شي، بیشکه الله تعالی باندې دخپلو بندګانو هیڅ شي پټ نشې پاتی کیدلی، او هغه ښه پوهه دی په پټو هغه شیانو چې دا بندګان یې په خپلو زړونو کې پټوي
۞ وَٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ وَلَا تُشْرِكُوا۟ بِهِۦ شَيْـًۭٔا ۖ وَبِٱلْوَٰلِدَيْنِ إِحْسَـٰنًۭا وَبِذِى ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْيَتَـٰمَىٰ وَٱلْمَسَـٰكِينِ وَٱلْجَارِ ذِى ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْجَارِ ٱلْجُنُبِ وَٱلصَّاحِبِ بِٱلْجَنۢبِ وَٱبْنِ ٱلسَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَـٰنُكُمْ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ مَن كَانَ مُخْتَالًۭا فَخُورًا ﴿٣٦﴾
فخورا يوازې الله ته په غاړه اېښودلو عبادت وکړئ او له هغه سره بل څوک مه لمانخئ، له مور او پلار سره په درناوي او ښېګڼه کولو ښه چلند کوئ، له خپلوانو، يتيمانو او اړمنو سره ښه چلند کوئ، له هغه ګاونډي سره چې خپلوي ورسره لرئ او يا هغه چې خپلوي ورسره نه لرئ نيکي کوئ، پر لا ر له ملګري سره مو ښه چلند کوئ، له هغه ناپېژانده مسافر سره چې لا ره يې اوږده وي ښه چلند کوئ، او له خپلو مرېيانو سره ښه چلند کوئ، پرته له شکه الله هغه څوک نه خوښوي چې پر ځان غره وي او پر بنده ګانو يې لويي کوونکی او پر خلکو دوياړ په ډول دځان ستايونکی وي. مخ ۸ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
ٱلَّذِينَ يَبْخَلُونَ وَيَأْمُرُونَ ٱلنَّاسَ بِٱلْبُخْلِ وَيَكْتُمُونَ مَآ ءَاتَىٰهُمُ ٱللَّهُ مِن فَضْلِهِۦ ۗ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَـٰفِرِينَ عَذَابًۭا مُّهِينًۭا ﴿٣٧﴾
او نه خوښوي الله تعالی هغه کسان چې بندوي هغه چې الله تعالی په دوی باندې واجب کړی دخرچ کولو دهغه رزق څخه چې الله تعالی دوی ته ورکړی دی، او نورو خلکو ته هم په خوله او په کردار سره په دې بندولو امر کوي، او پټوي هغه رزق، علم او نعمتونه چې الله تعالی دوی ته دخپل فضل نه ورکړي دي، نو خلکو ته حق نه ښکاره کوي، بلکه پټوي یې، او باطل ښکاره کوي، او دا صفات دکفر دصفاتو څخه دي، او بیشکه مونږ تیار کړی دی کافرانو لره عذاب شرموونکی
وَٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَٰلَهُمْ رِئَآءَ ٱلنَّاسِ وَلَا يُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَلَا بِٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ ۗ وَمَن يَكُنِ ٱلشَّيْطَـٰنُ لَهُۥ قَرِينًۭا فَسَآءَ قَرِينًۭا ﴿٣٨﴾
قرينا او همدارنګه مونږ عذاب تیار کړی دهغه چا لپاره چې خرچ کوي مالونه خپل ددې لپاره چې خلک ئې وویني او صفت یې وکړي، او دوی ایمان نه لري په الله تعالی، او نه په ورځې دقیامت؛ تیار کړی دی مونږ دهغوئ لپاره دا شرموونکی عذاب، او نه وو ګمراه کړي دوی لره مګر تابعداري کول ددوی شیطان لره، او څوک چې وي شیطان هغه لره ملګری نو ډیر بد ملګری دی
وَمَاذَا عَلَيْهِمْ لَوْ ءَامَنُوا۟ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ وَأَنفَقُوا۟ مِمَّا رَزَقَهُمُ ٱللَّهُ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ بِهِمْ عَلِيمًا ﴿٣٩﴾
او دغو خلکو ته به څه زيان رسېدلی و، که يې په حقه پر الله او دقيامت پر ورځ ايمان راوړی واو دالله ورکړې روزي يې په هغولا رو کې لګولې وه چې الله يې خوښوي او پرې خوشحاليږي، بلکې په دغو ټولو کې يې خير و، او الله پر هغوی ښه پوه دی، هيڅ يې نه ترې پټيږي او هر يوه ته به يې پر کړنه بدله ورکړي
إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَظْلِمُ مِثْقَالَ ذَرَّةٍۢ ۖ وَإِن تَكُ حَسَنَةًۭ يُضَـٰعِفْهَا وَيُؤْتِ مِن لَّدُنْهُ أَجْرًا عَظِيمًۭا ﴿٤٠﴾
بیشکه الله تعالی عادل ذات دی په خپلو بندګانو هیڅ ظلم نه کوي، نو دهغوی دحسناتو څخه دوړوکي میږي په اندازه هم نه کموي، او که چیرته نیکي دذرې په اندازه هم وي ثواب یې څو چنده کوي دخپلې مهربانۍ له مخې، او سره دزیاتوالي نه؛ دخپل طرف نه ډیر لوی ثواب هم ورکوي
فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِن كُلِّ أُمَّةٍۭ بِشَهِيدٍۢ وَجِئْنَا بِكَ عَلَىٰ هَـٰٓؤُلَآءِ شَهِيدًۭا ﴿٤١﴾
نو څرنګه به وي حال په ورځ دقیامت کله چې مونږ راولو دهر امت پیغمبر لره چې ګواهي به کوي په خپل امت باندې په هغه عمل چې کړی يې وي، او رابه ولو مونږ تالره -ای پیغمبره- ستا په امت باندې ګواهي کوونکی؟!
يَوْمَئِذٍۢ يَوَدُّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَعَصَوُا۟ ٱلرَّسُولَ لَوْ تُسَوَّىٰ بِهِمُ ٱلْأَرْضُ وَلَا يَكْتُمُونَ ٱللَّهَ حَدِيثًۭا ﴿٤٢﴾
په دغه لویه ورځ کې به ارمان کوي هغه کسان چې په الله تعالی یې کفر کړی دی او دهغه درسول صلی الله علیه وسلم نافرماني یې کړې چې کاش که دوی خاوري شوي وی نو دوی او ځمکه به برابره وه، او نه به شي پټولی دالله تعالی څخه هیڅ شی دهغه عمل نه چې دوی کړی وي؛ ځکه چې الله تعالی به ددوی په ژبو باندې مهر ولګوي نو خبرې به پرې نشي کولی، او اندامونو ته به یې حکم وشي نو په دوی به ددوی په کړو عملونو ګواهي وکړي
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَقْرَبُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَأَنتُمْ سُكَـٰرَىٰ حَتَّىٰ تَعْلَمُوا۟ مَا تَقُولُونَ وَلَا جُنُبًا إِلَّا عَابِرِى سَبِيلٍ حَتَّىٰ تَغْتَسِلُوا۟ ۚ وَإِن كُنتُم مَّرْضَىٰٓ أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ أَوْ جَآءَ أَحَدٌۭ مِّنكُم مِّنَ ٱلْغَآئِطِ أَوْ لَـٰمَسْتُمُ ٱلنِّسَآءَ فَلَمْ تَجِدُوا۟ مَآءًۭ فَتَيَمَّمُوا۟ صَعِيدًۭا طَيِّبًۭا فَٱمْسَحُوا۟ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَفُوًّا غَفُورًا ﴿٤٣﴾
إ ر ء ئ ء ى ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او دهغه درسول تابعداري مو کړی! تاسو لمونځ مه کوئ په داسې حال کې چې تاسو نشه یاستئ تر دې پورې چې خه روغ شئ له نشې څخه، او پوهه شئ په هغه څه چې تاسو یې وایئ -او دا حکم مخکې دشرابو دحراموالي څخه و- او لمونځ مه کوئ حال دا چې تاسو په جنابت کې یاستئ، او تاسو جوماتونو ته مه ننوځئ دنشې په حال کې مګر دا چې تیریدونکي یاستئ او په هغه کې نه پاتې کیږئ؛ تر دې چې ولامبئ، او که چیرته تاسو ته داسې مرض دررسیدلی وي چې دهغه سره داوبو استعمال نا ممکن وي، او یا تاسو مسافر وئ، او یا یو کس ستاسو څخه بی اودسه شي، او یا دخپلو ښځو سره مخ ۹ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر کوروالی وکړئ؛ نو اوبه پیدا نه کړئ نو پس بیا قصد وکړئ پاکې خاورې ته، نو مسح وکړئ په خپلو مخونو او په خپلولا سونو ددې خاورې څخه، بیشکه الله تعالی مخ اړوونکی دی ستاسو دکموالي څخه، بخنه کوونکی دی تاسو ته
أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ نَصِيبًۭا مِّنَ ٱلْكِتَـٰبِ يَشْتَرُونَ ٱلضَّلَـٰلَةَ وَيُرِيدُونَ أَن تَضِلُّوا۟ ٱلسَّبِيلَ ﴿٤٤﴾
ایا ته نه یې خبر -ای پیغمبره- دیهودو دکار نه هغه چې الله تعالی ورته دتورات دعلم څخه څه برخه ورکړی ده، بدلوي (اخلي) ګمراهي په هدایت باندې، او دوی ستاسو په ګمراه کولو باندې هم حرص کوونکي دي -ای مومنانو- دسمې لا رې څخه هغه چې پیغمبر پرې راتګ کړی دی؛ ددې لپاره چې تاسو دهغوی په کږې لا ره روان شئ؟!. ي
وَٱللَّهُ أَعْلَمُ بِأَعْدَآئِكُمْ ۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَلِيًّۭا وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ نَصِيرًۭا ﴿٤٥﴾
او الله رب العزت ښه پوهه دی ستاسو په دښمنانو -ای مومنانو- نو تاسو یې په هغوئ باندې خبر کړی یاستئ او دهغوی دښمني یې تاسو ته بیان کړې ده، او پوره دی الله تعالی کار چلوونکی، چې تاسو دهغوی دجنګ څخه ساتي، او پوره دی الله تعالی مددکوونکی بچ کوي تاسو لره دهغوی دچلونو او دتکلیفونو څخه او تاسو په هغوی غالبه کوي
مِّنَ ٱلَّذِينَ هَادُوا۟ يُحَرِّفُونَ ٱلْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِۦ وَيَقُولُونَ سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَٱسْمَعْ غَيْرَ مُسْمَعٍۢ وَرَٰعِنَا لَيًّۢا بِأَلْسِنَتِهِمْ وَطَعْنًۭا فِى ٱلدِّينِ ۚ وَلَوْ أَنَّهُمْ قَالُوا۟ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَٱسْمَعْ وَٱنظُرْنَا لَكَانَ خَيْرًۭا لَّهُمْ وَأَقْوَمَ وَلَـٰكِن لَّعَنَهُمُ ٱللَّهُ بِكُفْرِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُونَ إِلَّا قَلِيلًۭا ﴿٤٦﴾
فلا يؤمنون إلا قليلا له یهودو څخه یو بد قوم دی بدلوي هغه خبرې چې الله تعالی رالیږلي دي، نو بس دهغه تفسیر کوي خلاف دهغه څه چې الله تعالی رالیږلي دي، او وایې پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- ته کله چې ورته هغه په څه شي باندې امر وکړي: مونږ ستا خبره اورو، او ستا دکار مخالفت کوو، او وایې دوی دمسخرې په ډول: واوره هغه څه چې مونږ یې وایو ته دې اورول ونه کړی شی؛ او دوی ښکاره کوي په خپلې دې وینا سره: «راعنا» چې دوی دا غواړي: ستا غوږ مونږ ته متوجه کړه، او بلکه د دوی مقصد کنځل کول وي (شپونکې، یا کم عقل او غبي)؛ اړوي راړوي په دې سره ژبې خپلې، دوی اراده دبد دعایۍلري په پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- او هدف ددوی په دین کې عیب ویل وي، او که چیرته دوی ویلی وئ: مونږ ستا وینا واوریده، او ستا تابعداري کوو، په بدل دوینا ددوی کې: مونږ ستا خبره واوریده، او ستا تابعداري نه کوو، او ویلی یې وئ: واوره، په ځای دوینا ددوی: واوره تا ته دې اورول ونه کړی شي، او دوی ویلي وی: مونږ ته لږ انتظار وکړه چې مونږ په هغه څه پوهه شو چې ته یې وایې، په ځاي دوینا ددوی: راعنا (زمونږ شپونکیه، یا کم عقل او غبي)؛ دا به خامخا دوی لره غوره وی دهغه څه نه چې دوی اول ویلی و، او ډیره برابره خبره به وي دهغې نه؛ ځکه چې په دې کې خایسته ادب دی، هغه چې دپیغمبر -صلی الله علیه وسلم- دشان سره مناسب دی، خو لکن الله تعالی په دوی باندې لعنت کړی دی، نو دوی یې دخپل رحمت څخه شړلي دي ددوی دکفر په وجه، نو دوی داسې ایمان نه راوړي چې دوی ته فایده ورسوي
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَـٰبَ ءَامِنُوا۟ بِمَا نَزَّلْنَا مُصَدِّقًۭا لِّمَا مَعَكُم مِّن قَبْلِ أَن نَّطْمِسَ وُجُوهًۭا فَنَرُدَّهَا عَلَىٰٓ أَدْبَارِهَآ أَوْ نَلْعَنَهُمْ كَمَا لَعَنَّآ أَصْحَـٰبَ ٱلسَّبْتِ ۚ وَكَانَ أَمْرُ ٱللَّهِ مَفْعُولًا ﴿٤٧﴾
ای هغه کسانو چې کتاب ورته ورکړی شوی دی دیهودو او نصاراو څخه، ایمان راوړئ په هغه کتاب چې مونږ په محمد -صلی الله علیه وسلم- باندې نازل کړی دی، هغه چې تصدیق کوونکی دی دهغه کتابونو چې ستاسو سره دي دتورات او انجیل څخه، مخکې لدې نه چې مونږ وران کړو هغه حواس چې په مخونو کې دي، او ویې ګرځوو دشا طرف ته، او یا به مونږ دوی وشړو دالله تعالی درحمت څخه لکه څرنګه چې مونږ ددې څخه دشنبی ورځې والا (خالی ورځې والا) شړلی وو هغه کسان چې دشنبې په ورځ يې دماهیانو ښکار کړی ووروسته ددې نه چې هغوی ترې منع شوي وو، نو الله تعالی دهغوی څخه شادوګان جوړ کړل، او دی کار او فیصله دالله تعالی خامخا واقع کیدونکی
إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِۦ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَآءُ ۚ وَمَن يُشْرِكْ بِٱللَّهِ فَقَدِ ٱفْتَرَىٰٓ إِثْمًا عَظِيمًا ﴿٤٨﴾
بیشکه الله تعالی نه بښي چې هغه سره دې څه شی دخپلو مخلوقاتو څخه شریک کړل شي، او بښنه کوي ښکته دشرک او کفر څخه دګناهونو چاته چې وغواړي په خپل فضل سره، او عذاب ورکوي په دې ګناهونو سره چا لره چې وغواړي دهغه دګناهونو په اندازه په خپل عدل سره، او چا چې دالله تعالی سره څه شي شریک کړل نو یقینا جوړه يې کړه غټه ګناه چې؛ نه معاف کیږي څوک چې پرې مړ شو. مخ ۱۰ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ يُزَكُّونَ أَنفُسَهُم ۚ بَلِ ٱللَّهُ يُزَكِّى مَن يَشَآءُ وَلَا يُظْلَمُونَ فَتِيلًا ﴿٤٩﴾
ایا ته نه یې خبر -ای پیغمبره- په حال دهغو کسانو چې دخپل ځان او دخپلو کارونو ستاینه کوي؟ بلکه الله تعالی یوازي هغه ستاینه کوي چا لره چې وغواړي دخپلو بندګانو څخه او پاکوي هغوی لره؛ ځکه هغه پوهه دې دزړونو په رازونو، او کم به نه کړی شي دهغوی دعملونو دثواب څخه هیڅ شی او اګر که وي په اندازه دهغه تار چې دکجورې دهډوکي(زړي) په منځ کې دی
ٱنظُرْ كَيْفَ يَفْتَرُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ ۖ وَكَفَىٰ بِهِۦٓ إِثْمًۭا مُّبِينًا ﴿٥٠﴾
وګوره ته -ای پیغمبره- څرنګه دوی جوړوي په الله تعالی باندې دروغ په ستایلو ددوی ځانونو خپلو لره! او دا یوه ګناه بسنه کوي ددې لپاره چې ښکاره کړي ددوی بې لا رېتوب لره
أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ نَصِيبًۭا مِّنَ ٱلْكِتَـٰبِ يُؤْمِنُونَ بِٱلْجِبْتِ وَٱلطَّـٰغُوتِ وَيَقُولُونَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا۟ هَـٰٓؤُلَآءِ أَهْدَىٰ مِنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ سَبِيلًا ﴿٥١﴾
ایا ته نه یې خبر -ای پیغمبره- او تعجب کوې حال دهغو یهودو ته چې الله تعالی ورته دعلم نه څه برخه ورکړې ده، یقین کوي په هغه څه چې دوی جوړ کړی لایق د بندګۍ ښکته دالله تعالی څخه، او وایې - چاپلوسي کوونکي مشرکانو ته- بیشکه دوی په ډیره ښه طریقه دي دمحمد صلی الله علیه وسلم له ملګرو څخه؟!
أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ لَعَنَهُمُ ٱللَّهُ ۖ وَمَن يَلْعَنِ ٱللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُۥ نَصِيرًا ﴿٥٢﴾
دا هغه کسان دي چې دا فاسده عقیده لري او هم دوی دي چې الله تعالی دخپل رحمت څخه شړلي دي، او څوک چې الله تعالی دخپل رحمت نه وشړي نو ته به هغه لره هیڅ څوک مرستندوی پیدا نه کړې چې مرسته يې وکړي
أَمْ لَهُمْ نَصِيبٌۭ مِّنَ ٱلْمُلْكِ فَإِذًۭا لَّا يُؤْتُونَ ٱلنَّاسَ نَقِيرًا ﴿٥٣﴾
نشته دې خلکو لره څه برخه دبادشاهۍ نه، او که چیرته وي دوی لره څه برخه دبادشاهئ نه نو نه به يې وی ورکړی هیچا ته ددې څخه هیڅ شی، او اګر که په اندازه دهغه داغ وي کوم چې دکجوري دهډوکی(زړی) په شا وي
أَمْ يَحْسُدُونَ ٱلنَّاسَ عَلَىٰ مَآ ءَاتَىٰهُمُ ٱللَّهُ مِن فَضْلِهِۦ ۖ فَقَدْ ءَاتَيْنَآ ءَالَ إِبْرَٰهِيمَ ٱلْكِتَـٰبَ وَٱلْحِكْمَةَ وَءَاتَيْنَـٰهُم مُّلْكًا عَظِيمًۭا ﴿٥٤﴾
عظيما بلکه دوی حسد کوي دمحمد -صلی الله علیه وسلم- او دهغه دملګرو سره په هغه چې الله تعالی دې ته ورکړي دپیغمبرۍ نه او دایمان نه او په زمکه کې دقدرت نه. نو ولې دوی حسد کوي ددوی سره او حال دا چې مخکې مونږ ورکړی وکورنۍ دابراهیم علیه السلام ته رالیږل شوی کتاب، او پرته له رالیږل شوي کتاب نه نوره وحې هم، او ورکړې وه مونږ هغوی ته په خلکو باندې پراخه بادشاهي
فَمِنْهُم مَّنْ ءَامَنَ بِهِۦ وَمِنْهُم مَّن صَدَّ عَنْهُ ۚ وَكَفَىٰ بِجَهَنَّمَ سَعِيرًا ﴿٥٥﴾
ځینې داهل کتابو نه هغه دي چې ایمان یې راوړی په هغه وحې چې الله تعالی په ابراهیم علیه السلام باندې رالیږلې ده او دهغې په اولاده کې په نورو پیغمبرانو رالیږلی ده، او بعضی ددوی څخه هغه دي چې مخ یې اړولی دی په هغې باندې دایمان راوړلو څخه، او دا موقف ددوی دمحمد صلی الله علیه وسلم باندې چې کومه وحی راغلی وه دهغې باره کې هم دی، او دی اور دجهنم پوره عذاب دهغه چا لپاره چې کفر یې کړی ددوی څخه. مخ ۱۱ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا سَوْفَ نُصْلِيهِمْ نَارًۭا كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُم بَدَّلْنَـٰهُمْ جُلُودًا غَيْرَهَا لِيَذُوقُوا۟ ٱلْعَذَابَ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَزِيزًا حَكِيمًۭا ﴿٥٦﴾
بیشکه هغه کسان چې کفر یې کړی زمونږ په آیتونو زر به ننباسو مونږ دوی دقیامت په ورځ اور ته چې ګردچاپیره به وي ددوی څخه، هر کله چې وسوځیږی څرمنې د دوی بدلې به کړو ورله نوری څرمنې غیر ددې نه؛ ددې لپاره چې په دوی باندې عذاب همیشه وي، بیشکه دې الله تعالی زورور دی هیڅ شي پرې نشي غالب کیدلی، حکمت والا دی په هغه څه کې چې برابروي يې او فیصله کوی يې
وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنَّـٰتٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ خَـٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًۭا ۖ لَّهُمْ فِيهَآ أَزْوَٰجٌۭ مُّطَهَّرَةٌۭ ۖ وَنُدْخِلُهُمْ ظِلًّۭا ظَلِيلًا ﴿٥٧﴾
او هغه کسان چې ایمان یې راوړی په الله تعالی او دهغه دپیغمبرانو تابعداري ئې کړې ده، او نیک عملونه يې کړي دي خامخا داخل به کړو مونږ دوی دقیامت په ورځ جنتونو ته چې بهیږی به لا ندې دبنګلو دهغې نه ویالې، همیشه به وي دوی په دې جنتونو کې همیشه، دوی لپاره به په دې جنتونو کې ببیانې وي پاکې به وي د هر قسم ناپاکیو څخه، او خامخا داخل به کړو مونږ دوی لره اوږد ګڼ سوري ته چې نه به پکې ګرمي وي او نه به پکې یخني وي
۞ إِنَّ ٱللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤَدُّوا۟ ٱلْأَمَـٰنَـٰتِ إِلَىٰٓ أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ ٱلنَّاسِ أَن تَحْكُمُوا۟ بِٱلْعَدْلِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِۦٓ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ سَمِيعًۢا بَصِيرًۭا ﴿٥٨﴾
بیشکه الله تعالی امر کوي تاسو ته چې ورسوئ ټول امانتونه خپلو خاوندانو ته، او حکم کوي تاسو ته کله چې تاسو دخلکو تر منځه فیصلې کوئ چې انصاف وکړئ او دحق نه مه کږیږئ چې په فیصله کې زیاتی وکړئ، بیشکه ډیر ښه دی هغه چې الله تعالی تاسو ته پرې پند درکوي او تاسو ته ښودنه کوي په هر حال کې، بیشکه الله تعالی اوریدونکی دی ستاسو ویناګانو لره، لیدونکی دی ستاسو کارونو لره
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُوا۟ ٱلرَّسُولَ وَأُو۟لِى ٱلْأَمْرِ مِنكُمْ ۖ فَإِن تَنَـٰزَعْتُمْ فِى شَىْءٍۢ فَرُدُّوهُ إِلَى ٱللَّهِ وَٱلرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌۭ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا ﴿٥٩﴾
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی په الله تعالی او دهغه دپیغمبر تابعداري مو کړې ده، تابعداري وکړئ دالله تعالی او تابعداري وکړئ دهغه دپیغمبر، په عملي کولو دهغه څه چې امر یې پرې کړی او په ځان ساتلو سره دهغه څه نه چې نهی یې ترې کړې ده، او تابعداري وکړئ دخپلو اختیار والاو تر څو چې په ګناه یې درته امر نه وي کړی، نو که چیرته تاسو اختلاف پیدا کړ په څه شي کې نو وګرځئ په دې کار کې دالله تعالی کتاب او دهغه دپیغمبر صلی الله علیه وسلم سنتو ته، که چیرته تاسو ایمان لرئ په الله تعالی او په ورځ وروستنئ، دا دالله کتاب او دپیغمبرو سنتو ته ګرځیدل ډیر غوره دي دهميشوالي كولو نه په اختلاف کې او دوینا کولو نه په خپله رایه، او ډیر ښه دی تاسو لره په اعتبار دانجام
أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ ءَامَنُوا۟ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُوٓا۟ إِلَى ٱلطَّـٰغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوٓا۟ أَن يَكْفُرُوا۟ بِهِۦ وَيُرِيدُ ٱلشَّيْطَـٰنُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلَـٰلًۢا بَعِيدًۭا ﴿٦٠﴾
آیا ته نه ګورې -ای پیغمبره- تناقض دمنافقانو ته چې دیهودو څخه دي هغه کسان چې دعوه کوي په دروغو سره چې یقینا دوی ایمان راوړی په هغه کتاب چې په تا باندې نازل شوی دی او په هغو کتابونو چې ستا څخه مخکې نورو پیغمبرانو باندې نازل شوی دی، دوی غواړي چې فیصلې وېسې په خپلو جګړو کې غیر دالله تعالی دشرعې نه هغه شرعې ته چې بندګانو جوړه کړی ده، او دوی ته امر کړی شوی وچې په دې باندې کفر وکړي. او غواړي شیطان چې لرې يې کړي دحق نه په ډیر لرې والي سره چې دهغه سره سمه لا ره نشي موندلی
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا۟ إِلَىٰ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ وَإِلَى ٱلرَّسُولِ رَأَيْتَ ٱلْمُنَـٰفِقِينَ يَصُدُّونَ عَنكَ صُدُودًۭا ﴿٦١﴾
او کله چې دې منافقانو ته وویل شي: راشئ هغه څه ته چې رالیږلی الله تعالی په خپل کتاب کې دفیصلی څخه، او راشئ پیغمبر ته ددې لپاره چې فیصله وکړي ستاسو تر منځ په جګړو ستاسو کې، ته به وینې -ای پیغمبره- چې ګرځي به ستا څخه دفیصلې لپاره بل چاته په پوره ګرځیدلو سره. مخ ۱۲ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
فَكَيْفَ إِذَآ أَصَـٰبَتْهُم مُّصِيبَةٌۢ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ ثُمَّ جَآءُوكَ يَحْلِفُونَ بِٱللَّهِ إِنْ أَرَدْنَآ إِلَّآ إِحْسَـٰنًۭا وَتَوْفِيقًا ﴿٦٢﴾
نو څرنګه به وي حال دمنافقانو کله چې ورسیږي دوی ته مصیبتونه په سبب دهغه ګناهونو چې دوئ کړي دي، بیا راشي تاته -ای پیغمبره- عذر زاري کوي تاته او په الله تعالی قسمونه کوي: مونږ بل چا ته په فیصله وړلو کې بل مقصد نه وو مګر دا چې مونږ نیکې وکړو او ددواړو جګړه مارو ډلو تر منځ جوړښت راولو؟! او دوی دروغجن دي په دې خبره کې؛ ځکه چې نیکي خو په دې کې ده چې دالله تعالی قانون او شرع دهغه په بندګانو باندې عملي شي
أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ يَعْلَمُ ٱللَّهُ مَا فِى قُلُوبِهِمْ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَعِظْهُمْ وَقُل لَّهُمْ فِىٓ أَنفُسِهِمْ قَوْلًۢا بَلِيغًۭا ﴿٦٣﴾
دغه منافقان هغه کسان دی چې پوهیږي الله تعالی په هغه څه چې دوی یې په خپلو زړونو کې پټ ساتي دنفاق او بدې ارادې نه، نو پریږده -ای پیغمبره- دوی او مخ ترې واړوه، او بیان کړه دوی ته دالله تعالی حکم په رغبت ورکولو سره او په ویرې ورکولو سره او ووایه دوی ته وینا داسې اثرناکه وینا چې دوی ته ورسیږي او ددوی په زړونو کې ورننوځي
وَمَآ أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلَّا لِيُطَاعَ بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۚ وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذ ظَّلَمُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ جَآءُوكَ فَٱسْتَغْفَرُوا۟ ٱللَّهَ وَٱسْتَغْفَرَ لَهُمُ ٱلرَّسُولُ لَوَجَدُوا۟ ٱللَّهَ تَوَّابًۭا رَّحِيمًۭا ﴿٦٤﴾
او مونږ نه دی لیږلی هیڅ رسول مګر ددې لپاره چې دهغه اطاعت وکړی شي په هغه څه کې چې امر پرې کوي دالله تعالی په خوښه او دهغه په تقدیر، او بیشکه کله چې دوی په خپلو ځانونو باندې ظلم کړی وي په کولو دګناهونو سره نو راشي تاته -ای پیغمبره- ستا په ژوند کې اقرار کوونکي په هغو ګناهونو چې دوی کړي وي پښیمانه هم وي او توبه ویستونکي هم وي، او دالله تعالی څخه يې بخښنه غوښتلي وي، او تا ورله هم بخښنه غوښتلي وي؛ نو خامخا دوی به موندلی وای الله تعالی توبه قبلوونکی ددوی؛ مهرباني کوونکی په دوی باندې
فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا۟ فِىٓ أَنفُسِهِمْ حَرَجًۭا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا۟ تَسْلِيمًۭا ﴿٦٥﴾
داسې خبره نده لکه څرنګه چې ګمان کوي دا منافقان. بیا الله رب العزت په خپل ذات باندې قسم وکړ چې بیشکه دوی تر هغه وخته پورې په حقه سره منونکي نشې کیدلی تر څو چې دوی فیصله ورنه وړي پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- ته دهغه په ژوند کې او دهغه قانون او شرعې ته دهغه دمرګ څخه وروسته په هره مسئله چې ددوی پکې اختلاف راځي، او بیا راضي شي دپیغمبر صلی الله علیه وسلم په فیصله باندې، او ددوی په سینو کې ددې فیصلې دوجې نه څه تنګستیا او شک پاتي نشي، او غاړه کیږدي په پوره غاړه کیښودلو سره په ښکاره او پټ ډول
وَلَوْ أَنَّا كَتَبْنَا عَلَيْهِمْ أَنِ ٱقْتُلُوٓا۟ أَنفُسَكُمْ أَوِ ٱخْرُجُوا۟ مِن دِيَـٰرِكُم مَّا فَعَلُوهُ إِلَّا قَلِيلٌۭ مِّنْهُمْ ۖ وَلَوْ أَنَّهُمْ فَعَلُوا۟ مَا يُوعَظُونَ بِهِۦ لَكَانَ خَيْرًۭا لَّهُمْ وَأَشَدَّ تَثْبِيتًۭا ﴿٦٦﴾
يوعظون به لكان خيرا لهم وأشد تثبيتا او که چیرته مونږ په دوئ باندې فرض کړی وی وژل یو بل لره، او یا وتل دخپلو کورونو څخه؛ نو زمونږ خبره به نه وي عملی کړی مګر لږو کسانو ددوی څخه، نو د الله تعالی ثنا دې ووایې چې دوئ یې نه دې مکلف کړي په هغه څه چې په دوی باندې سختیږي، او که چیرته دوی کړی وی هغه چې پند پرې ورکولی شي دالله تعالی دتابعدارۍ څخه نو دا به غوره وی دنافرمانۍ څخه، او ډیر کلکوونکی به وي ددوی ایمان لره، او خامخا مونږ به ورکړی وی دوی ته دخپل طرف نه ثواب لوی، او مونږ به توفیق ورکړی ودوی ته هغې لا رې ته چې رسیدونکې ده الله تعالی ته او دهغه جنتونو ته
وَإِذًۭا لَّـَٔاتَيْنَـٰهُم مِّن لَّدُنَّآ أَجْرًا عَظِيمًۭا ﴿٦٧﴾
او که چیرته مونږ په دوی باندې فرض کړی وی وژل دیو بل، او وتل دخپلو کورونو څخه؛ نو زمونږ خبره به یې نه وی عملي کړي مګر لږو کسانو ددوی څخه، نو د الله تعالی ثنا دې ووایې چې دوی یې نه دې مکلف کړي په هغه څه چې په دوی باندې سختیږي، او که چیرته دوی کړی وی هغه چې پند پرې ورکیدلی شي دالله تعالی دتابعدارۍ څخه نو دا به غوره وی دنافرمانۍ څخه، او ډیر کلکوونکی به وی ددوی ایمان لره، او خامخا مونږ به ورکړی وی دوی ته دخپل طرف نه ثواب لوی، او مونږ به توفیق ورکړی ودوی ته هغې لا رې ته چې رسیدونکې ده الله تعالی ته او دهغه جنتونو ته. مخ ۱۳ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ولهدينهم صرطا م ستقيما
وَلَهَدَيْنَـٰهُمْ صِرَٰطًۭا مُّسْتَقِيمًۭا ﴿٦٨﴾
او که چیرته مونږ په دوی باندې فرض کړی وای وژل دیو بل لره، او وتل دخپلو کورونو څخه؛ نو زمونږ خبره به یې نه وی عملي کړې مګر لږو کسانو له دوی څخه، نو دالله تعالی ثنا دې ووایې چې دوی یې نه دې مکلف کړي په هغه څه چې په دوی باندې سختیږي، او که چیرته دوی کړی وی هغه چې پند پرې ورکول کیږي د الله تعالی دتابعدارۍ څخه نو دا به غوره وی دنافرمانۍ څخه، او ډیر کلکوونکی به وی ددوی ایمان لره، او خامخا مونږ به ورکړی وی دوئ ته دخپل طرف نه ثواب لوی، او مونږ به توفیق ورکړی وی دوی ته هغې لا رې ته چې رسیدونکې ده الله تعالی ته او دهغه جنتونو ته
وَمَن يُطِعِ ٱللَّهَ وَٱلرَّسُولَ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ مَعَ ٱلَّذِينَ أَنْعَمَ ٱللَّهُ عَلَيْهِم مِّنَ ٱلنَّبِيِّـۧنَ وَٱلصِّدِّيقِينَ وَٱلشُّهَدَآءِ وَٱلصَّـٰلِحِينَ ۚ وَحَسُنَ أُو۟لَـٰٓئِكَ رَفِيقًۭا ﴿٦٩﴾
او چاچې تابعدارې وکړه دالله تعالی او دپیغمبر نو دا کسان به دهغه چا سره وي چې الله تعالی پرې جنت ته دننوتلو انعام کړی چې هغه پیغمبران دی او صدیقین دی هغه کسان چې پوره شوې ده رښتینولي ددوی په هغه چې پیغبرانو پرې راتګ کړی، او په هغه یې عمل کړی، او شهیدان هغه چې دالله تعالی په لا ره کې وژل شوي، او نیکان هغه چې خپل پټ او ښکاره يې برابر شوي، نو عملونه يې هم برابر شوي، څومره ښه دي دغه کسان دملګرو څخه په جنت کې
ذَٰلِكَ ٱلْفَضْلُ مِنَ ٱللَّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ عَلِيمًۭا ﴿٧٠﴾
دغه بیان شوی ثواب مهرباني ده دالله تعالی له طرفه په خپلو بندګانو، او کافي دی الله تعالی پوه ددوی په احوالو، او خامخا بدله به ورکړی هر چا ته په خپل عمل
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ خُذُوا۟ حِذْرَكُمْ فَٱنفِرُوا۟ ثُبَاتٍ أَوِ ٱنفِرُوا۟ جَمِيعًۭا ﴿٧١﴾
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی په الله تعالی او دهغه دپیغمبر تابعدارۍ مو کړې ده، ونیسئ خپله ساتنه دخپلو دښمنانو څخه په نیولو داسبابو دهغوی دجنګ کولو، نو ووځئ هغوی ته دجنګ لپاره یوه ډله وروسته دبلې ډلې څخه، او یا ورته ټول په یو ځای ووځئ، دا ټول دخپل مصلحت مطابق، او مطابق دهغې خطې چې دښمن ته پکې ماتې ورکول کیږي
وَإِنَّ مِنكُمْ لَمَن لَّيُبَطِّئَنَّ فَإِنْ أَصَـٰبَتْكُم مُّصِيبَةٌۭ قَالَ قَدْ أَنْعَمَ ٱللَّهُ عَلَىَّ إِذْ لَمْ أَكُن مَّعَهُمْ شَهِيدًۭا ﴿٧٢﴾
او بیشکه ځینې ستاسې څخه -ای مسلمانانو- هغه څوک دي چې وروسته وروسته کیږي دوتلو څخه ددښمن دجنګ لپاره دبزدلۍد له امله، او نور خلک هم وروسته وروسته کوي، او دا خلک منافقان دي او دکمزوري ایمان والا خلک دي، نو که چیرته تاسو ته مرګ او یا ناکامي ورسیږي نو یو ددوی څخه داسې وایې حال دا چې خوشحاله وي په خپلې سلامتیا او بچ پاتې کیدلو: بیشکه مهرباني کړې په ما باندې الله تعالی نو دهغوی سره جنګ ته حاضر نشوم کنه ما ته به هم دهغوی په شان مصیبت رارسیدلی وي
وَلَئِنْ أَصَـٰبَكُمْ فَضْلٌۭ مِّنَ ٱللَّهِ لَيَقُولَنَّ كَأَن لَّمْ تَكُنۢ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُۥ مَوَدَّةٌۭ يَـٰلَيْتَنِى كُنتُ مَعَهُمْ فَأَفُوزَ فَوْزًا عَظِيمًۭا ﴿٧٣﴾
او که چیرته در ورسیږي تاسو ته -ای مسلمانانو- مهرباني دالله تعالی له طرفه په کامیابۍ او یا غنیمت سره نو خامخا وایې دا وروسته پاتې شوی کس دجهاد څخه لکه دا چې ستاسو له ډلې څخه نه وي او ستاسو او دهغه تر منځ څه مینه او ملګرتیا هم نه وي. کاش چې زه ددوی سره په دې جنګ کې وم نو زه به هم کامیاب شوی وم په هغه لویه کامیابۍ چې دوی پرې کامیاب شوي دي. مخ ۱۴ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
۞ فَلْيُقَـٰتِلْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ٱلَّذِينَ يَشْرُونَ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا بِٱلْـَٔاخِرَةِ ۚ وَمَن يُقَـٰتِلْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ فَيُقْتَلْ أَوْ يَغْلِبْ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًۭا ﴿٧٤﴾
فسوف نؤتيه أجرا عظيما نو پس جنګ دې وکړي دالله تعالی په لا ره کې ددې لپاره چې شې اوچته کلمه دالله تعالی، ریښتوني مومنان هغه کسان دي چې خرڅوي ژوند ددنیا مخ اړوونکې وي دهغې نه، په اخرت باندې رغبت او مینه لرونکي وي په هغې کې، او چاچې جنګ وکړ، دالله تعالی په لا ره کې ددې لپاره چې شي اوچته کلمه دالله تعالی نو دې شهید شي، او یا په خپل دښمن باندې غالب شي، او په هغه کامیاب شي، نو خامخا وربه کړي دې ته الله تعالی ثواب لوی، او هغه جنت دی او دالله تعالی رضا ده
وَمَا لَكُمْ لَا تُقَـٰتِلُونَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ ٱلرِّجَالِ وَٱلنِّسَآءِ وَٱلْوِلْدَٰنِ ٱلَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَآ أَخْرِجْنَا مِنْ هَـٰذِهِ ٱلْقَرْيَةِ ٱلظَّالِمِ أَهْلُهَا وَٱجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّۭا وَٱجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا ﴿٧٥﴾
او څه مانع دی تاسو لره -ای مومنانو- دجهاد دنه کولو دالله تعالی په لا ر کې دهغه دکلمې داوچتوالي لپاره، او لپاره دخلاصولو دهغه کمزورو خلکو دسړو او زنانو او ماشومانو هغه چې دالله تعالی نه دعا کوي او وايې: ای زمونږه ربه! اوباسې مونږ دمکې مکرمې نه دوجې دظلم کولو دمکې والاو په شرک کولو سره دالله تعالی سره او دهغه په بندګانو باندې په تیرې کولو سره، او وګرځوې مونږ لره ستا له طرفه هغه څوک چې زمونږ چارې پر مخ بوځې په رعایت کولو او ساتنې سره، او مددګار چې زمونږ څخه ضرر دفع کړي
ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ يُقَـٰتِلُونَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ۖ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ يُقَـٰتِلُونَ فِى سَبِيلِ ٱلطَّـٰغُوتِ فَقَـٰتِلُوٓا۟ أَوْلِيَآءَ ٱلشَّيْطَـٰنِ ۖ إِنَّ كَيْدَ ٱلشَّيْطَـٰنِ كَانَ ضَعِيفًا ﴿٧٦﴾
ریښتونې مومنان جنګ کوي دالله تعالی په لا ر کې دهغه دکلمې داوچتوالې لپاره، او کافران دخپلو معبودانو لپاره جنګ کوي، نو تاسو جنګ وکړئ دشیطان د مددګارانو سره، نو یقینا که تاسو دهغوی سره جنګ وکړئ نو تاسو به په هغوئ غالب شئ؛ ځکه چې دشیطان چل ول ډیر کمزوری دی په الله تعالی باندې توکل کوونکو ته هیڅ ضرر نشي رسولی
أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ قِيلَ لَهُمْ كُفُّوٓا۟ أَيْدِيَكُمْ وَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ ٱلْقِتَالُ إِذَا فَرِيقٌۭ مِّنْهُمْ يَخْشَوْنَ ٱلنَّاسَ كَخَشْيَةِ ٱللَّهِ أَوْ أَشَدَّ خَشْيَةًۭ ۚ وَقَالُوا۟ رَبَّنَا لِمَ كَتَبْتَ عَلَيْنَا ٱلْقِتَالَ لَوْلَآ أَخَّرْتَنَآ إِلَىٰٓ أَجَلٍۢ قَرِيبٍۢ ۗ قُلْ مَتَـٰعُ ٱلدُّنْيَا قَلِيلٌۭ وَٱلْـَٔاخِرَةُ خَيْرٌۭ لِّمَنِ ٱتَّقَىٰ وَلَا تُظْلَمُونَ فَتِيلًا ﴿٧٧﴾
ى آیا ته نه یې خبر -ای پیغمبره- دحالاتو ستا دهغو ملګرو چې ستا څخه یې غوښتلي وو چې په هغوی دې جهاد فرض شي، نو هغوی ته وویل شو: تاسو دجهاد نه لا س بند کړئ، او قایم کړئ لمونځ لره، او ورکړئ زکات لره -او دا حکم مخکې دفرضیت دجهاد نه وو- نو کله چې یې مدینی ته هجرت وکړ، او داسلام یوه قلعه پیدا شوه، او جهاد فرض کړی شو؛ په بعضو باندې دا کار ګران شو، نو بس دوی دخلکو نه داسې ویریدل لکه دالله تعالی دویرې په شان او یا دهغه نه زیات، او دوئ ویل: ای زمونږه ربه! تا ولې په مونږ جهاد فرض کړو؟ ولې تا دا لږې مودې ته نه وروسته کاوه تر څو چې مونږ ددنیا مزې وکړو، ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: مزې د دنیا چې څومره زیاتې شې لږې دي او ختمیدونکي دي، او اخرت غوره دی دهغه چا لپاره چې دالله تعالی نه ویریږي دوجې دهمیشوالي دهغه نعمتونو چې په دې جنتونو کې دي، او ستاسو دنیکو عملونو څخه به هیڅ شي هم نشې کمیدلی، او اګر که دهغه تار په اندازه وي چې دکجورې په هډوکي کي وي
أَيْنَمَا تَكُونُوا۟ يُدْرِككُّمُ ٱلْمَوْتُ وَلَوْ كُنتُمْ فِى بُرُوجٍۢ مُّشَيَّدَةٍۢ ۗ وَإِن تُصِبْهُمْ حَسَنَةٌۭ يَقُولُوا۟ هَـٰذِهِۦ مِنْ عِندِ ٱللَّهِ ۖ وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌۭ يَقُولُوا۟ هَـٰذِهِۦ مِنْ عِندِكَ ۚ قُلْ كُلٌّۭ مِّنْ عِندِ ٱللَّهِ ۖ فَمَالِ هَـٰٓؤُلَآءِ ٱلْقَوْمِ لَا يَكَادُونَ يَفْقَهُونَ حَدِيثًۭا ﴿٧٨﴾
په کوم ځاې کې چې یاست نو مرګ به تاسو ته دررسیږي کله مو چې نیټه راورسیده، او اګر که په بندو قصرونو کې یاست دجنګ دمیدان څخه لرې، او که چیرته دې منافقانو ته دخوشحالۍ څه خبر ورورسیږي دبچو او ډیر رزق نه وايې دوی: دا دالله تعالی له طرفه دی، او که چیرته ورته سخته ورسیږي په بچو او یا روزی کې؛ بد پالي نیسي دپیغمبر صلی الله علیه وسلم باره کې او وايې: دا تکلیف مونږ ته ستا په وجه راورسیده، ته -ای پیغمبره- رد وکړه په دوی باندې او ورته ووایه: ټولی خوشحالیاني او تکلیفونه دالله تعالی په قضا او تقدیر باندې دي، نو بس څه دي دې خلکو لره چې دا خبري کوي نه دی نژدی چې پوهه شي ستا په خبره؟! مخ ۱۵ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
مَّآ أَصَابَكَ مِنْ حَسَنَةٍۢ فَمِنَ ٱللَّهِ ۖ وَمَآ أَصَابَكَ مِن سَيِّئَةٍۢ فَمِن نَّفْسِكَ ۚ وَأَرْسَلْنَـٰكَ لِلنَّاسِ رَسُولًۭا ۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ شَهِيدًۭا ﴿٧٩﴾
شهيدا تاته چې څه دررسیږي -ای بنی ادمه- چې ته پرې خوشحالیږي دروزی او بچو نه نو دا ټول دالله تعالی له طرفه دي، په تا یې مهربانې کړې ده، او هغه چې تاته کوم داسې څه دررسیږي چې ته پرې خفه کیږې ستا دروزی باره کې او ستا داولادونو باره کې نو دا ستا دنفس په وجه دي په سبب دهغه ګناهونو چې تا کړي دي. او بیشکه ته مونږ لیږلی یې -ای نبي- ټولو خلکو ته پیغمبر دالله تعالی له طرفه هغوی ته دالله تعالی رسالت رسوي، او کافي دی الله تعالی ګواه ستا په ریښتینولۍ باندې په هغه څه کې چې ته یې دالله تعالی له طرفه رسوې، په هغو دلیلونو چې تا ته الله تعالی درکړي دي
مَّن يُطِعِ ٱلرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ ٱللَّهَ ۖ وَمَن تَوَلَّىٰ فَمَآ أَرْسَلْنَـٰكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًۭا ﴿٨٠﴾
چا چې تابعداري دپیغمبر وکړه په عملي کولو دهغه څه چې پیغمبر پرې امر کړی دی، او په ځان ساتلو دهغه څه نه چې هغه ترې منع فرمایلې ده؛ نو په تحقیق سره دې غاړه کیخودله دالله تعالی حکم ته، او چاچې مخ واړاوه ستا دتابعدارۍ نه -ای پیغمبره- نو ته مه غمجن کیږه په هغه باندې، نو ته مونږه په هغه باندې څارونکی نه یې لیږلی چې دهغوی عملونه ساتې، یقینا مونږ دهغه عمل جمع کوو او حسابوو یې
وَيَقُولُونَ طَاعَةٌۭ فَإِذَا بَرَزُوا۟ مِنْ عِندِكَ بَيَّتَ طَآئِفَةٌۭ مِّنْهُمْ غَيْرَ ٱلَّذِى تَقُولُ ۖ وَٱللَّهُ يَكْتُبُ مَا يُبَيِّتُونَ ۖ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِيلًا ﴿٨١﴾
ى او منافقان تاته په خپلو ژبو باندې وایې: مونږ ستا خبره منو او عملي کوو یې، چې بیا ستا دخوا نه ووځي نو چلونه جوړوي یوه ډله ددوی څخه په پټ ډول خلاف د هغه څه چې تا ته یې ښکاره کړي وو، او الله تعالی خه پوهیږي په هغو چلونو چې دوی یې جوړوي، او خامخا ورله ددوی په دې چل او دوکې سزا ورکوي، نو ته دوی ته مه ګوره؛ نو پس دوی تا ته هیڅ ضرر نشي دررسولی، او خپل ټول کارونه الله تعالی ته وسپاره، او په هغه اعتماد وکړه، او بس دی الله تعالی کار جوړوونکی چې ته په هغه باندې اعتماد کوې
أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ ٱلْقُرْءَانَ ۚ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ ٱللَّهِ لَوَجَدُوا۟ فِيهِ ٱخْتِلَـٰفًۭا كَثِيرًۭا ﴿٨٢﴾
دا خلک ولې په قران کریم کې سوچ او فکر نه کوي او هغه ولې نه لولي تر دې چې دوی ته دا ثابته شي چې پدې کې هیڅ اختلاف او ګډوډی نشته؟! او تر دې چې دوی پوهه شي په ریښتنولۍ دهغه څه کې چې تا پرې راتګ کړی، او که چیرته دا دغیر الله له طرفه وی نو خامخا دوی به ددې په احکامو کې ډيره ګډوډي پیداکړې وی او ددې په معنا کې به یې هم ډیر اختلاف او فرق پیداکړی وی
وَإِذَا جَآءَهُمْ أَمْرٌۭ مِّنَ ٱلْأَمْنِ أَوِ ٱلْخَوْفِ أَذَاعُوا۟ بِهِۦ ۖ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى ٱلرَّسُولِ وَإِلَىٰٓ أُو۟لِى ٱلْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ ٱلَّذِينَ يَسْتَنۢبِطُونَهُۥ مِنْهُمْ ۗ وَلَوْلَا فَضْلُ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُۥ لَٱتَّبَعْتُمُ ٱلشَّيْطَـٰنَ إِلَّا قَلِيلًۭا ﴿٨٣﴾
کله چې دغو منافقانو ته دمسلمانانو دامن، خوښۍ، يا وېرې او غم خبر راشی، هغوی يې افشا کوي او خپروي يې، که هغوی صبر کولای او امر يې رسول الله - صلی الله عليه وسلم -، درايې، پوهې او نصحيت څښتنانو ته راجع کولای؛ نو درايې او استنباط څښتنانو به درک کړې وای چې دخپرولو او پټولو په اړه يې څه کول په کار دي، که پر تاسو دالله پېرزوينه داسلام له امله او دقرآن له امله نه وای اې مؤمنانو، چې له هغه څه يې ساتلي یاست پر کوم څه يې چې دغه منافقان اخته کړي دي؛ نو هرومرو به له تاسو له لږو پرته نورو دشيطان دوسوسو پيروي کړې وای
فَقَـٰتِلْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ لَا تُكَلَّفُ إِلَّا نَفْسَكَ ۚ وَحَرِّضِ ٱلْمُؤْمِنِينَ ۖ عَسَى ٱللَّهُ أَن يَكُفَّ بَأْسَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ۚ وَٱللَّهُ أَشَدُّ بَأْسًۭا وَأَشَدُّ تَنكِيلًۭا ﴿٨٤﴾
أ شد بأ سا وأ شد تنكيلا نو بس ته جنګ وکړه -ای پیغمبره- دالله تعالی په لا ر کې دهغه دکلمې داوچتوالي لپاره، او دبل چا باره کې ستا څخه تپوس نشې کیدلی او ته په هغو باندې نه رانیول کیږي؛ ځکه چې ته نه يې مکلف مګر په بارولو دخپل ځان په جنګ باندې، او ترغیب ورکړه مومنانو ته په جنګ کې او په هغه باندې یې تېز کړه، کیدای شي الله تعالی ستاسو دجنګ په وجه دکافرانو قوت دفع کړي، او الله تعالی ډیر سخت دی په قوت کې، او ډیر سخت دی په سزا کې. مخ ۱۶ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
مَّن يَشْفَعْ شَفَـٰعَةً حَسَنَةًۭ يَكُن لَّهُۥ نَصِيبٌۭ مِّنْهَا ۖ وَمَن يَشْفَعْ شَفَـٰعَةًۭ سَيِّئَةًۭ يَكُن لَّهُۥ كِفْلٌۭ مِّنْهَا ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ مُّقِيتًۭا ﴿٨٥﴾
كل شىء م قيتا څوک چې بل چا ته دخیر رسولو کوشش کوي؛ نو دهغه لپاره به دثواب څخه برخه وي، او څوک چې بل چا ته دشر رسولو کوشش کوي؛ دې لپاره به دګناه نه برخه وي، او دی الله تعالی په هر هغه عمل چې انسان یې کوي حاضر او ګواه او خامخا به ورله په هغه بدله ورکړي. نو څوک چې ستاسو څخه دخیر دحاصلولو سبب وګرځي نو ده لره به دهغه نه برخه او نصیب وي، او څوک چې سبب شي دشر په حاصلولو کې نو ده ته به ددې نه خامخا څه شر رسیږي
وَإِذَا حُيِّيتُم بِتَحِيَّةٍۢ فَحَيُّوا۟ بِأَحْسَنَ مِنْهَآ أَوْ رُدُّوهَآ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ حَسِيبًا ﴿٨٦﴾
او کله چې په تاسو باندې چا سلام واچاوه نو تاسو جواب ورکړئ دوی ته په غوره دهغه نه چې په تاسو یې سلام اچولی، او یا جواب ورکړئ دهغه دسلام په شان، او په غوره طریقې سره جواب ورکول ډیر غوره دي، بیشکه الله په هغه عمل چې تاسو یې کوئ څوکۍ کوونکی دی، او خامخا هر چا لره به دهغه په عمل بدله ورکړي
ٱللَّهُ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۚ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَـٰمَةِ لَا رَيْبَ فِيهِ ۗ وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ ٱللَّهِ حَدِيثًۭا ﴿٨٧﴾
الله تعالی دی نشته بل څوک لایق دعبادت په حق سره پغیر دهغه څخه، خامخا راغونډ به کړي اول او اخر ستاسې په ورځ دقیامت هغه ورځ چې هیڅ شک پکې نشته؛ لپاره دبدلې درکولو ستاسو په عملونو باندې، او نشته هیڅوک ریښتیا وینا کوونکی دالله تعالی څخه
۞ فَمَا لَكُمْ فِى ٱلْمُنَـٰفِقِينَ فِئَتَيْنِ وَٱللَّهُ أَرْكَسَهُم بِمَا كَسَبُوٓا۟ ۚ أَتُرِيدُونَ أَن تَهْدُوا۟ مَنْ أَضَلَّ ٱللَّهُ ۖ وَمَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُۥ سَبِيلًۭا ﴿٨٨﴾
فلن تجد له سبيلا څه دی حال ستاسو -ای مومنانو- چې تاسو دوه ډلې شوي یاست په باره دتعامل کې دمنافقانو سره: یوه ډله ستاسې څخه روا بولي جنګ دهغوی سره دهغوی دکفر په وجه، او بله ډله دهغوی سره جنګ کول ناروا بولي دهغوی دایمان په وجه؟! نو څه دې تاسو لره چې تاسو دهغوی باره کې اختلاف کوئ، او الله تعالی دوی ګرځولي خپل کفر ته او ګمراهۍ ته په سبب دعملونو ددوی، آیا تاسو غواړئ چې هغه څوک په نیغه لا ره روان کړئ چې الله تعالی ورته دحق دقبلولو توفیق نه دی ورکړی؟! او هر هغه څوک چې الله تعالی يې بی لا ری کړي نو هیڅکله به هم ته دهغه لپاره دهدایت لا ره ونه مومې
وَدُّوا۟ لَوْ تَكْفُرُونَ كَمَا كَفَرُوا۟ فَتَكُونُونَ سَوَآءًۭ ۖ فَلَا تَتَّخِذُوا۟ مِنْهُمْ أَوْلِيَآءَ حَتَّىٰ يُهَاجِرُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ۚ فَإِن تَوَلَّوْا۟ فَخُذُوهُمْ وَٱقْتُلُوهُمْ حَيْثُ وَجَدتُّمُوهُمْ ۖ وَلَا تَتَّخِذُوا۟ مِنْهُمْ وَلِيًّۭا وَلَا نَصِيرًا ﴿٨٩﴾
ارمان کوي منافقان چې کاشکې کفر کړی وي تاسو په هغې وحې چې نازل شوې ده پر تاسو باندې لکه څرنګه چې هغوی کفر کړی دی نو تاسو به دهغوی سره په کفر کې برابر شوي وئ، نو تاسو مه نیسئ دکافرانو څخه دوستان دهغوی ددښمنۍ په وجه تر دې چې هغوی هجرت وکړي دالله تعالی په لا ره کې دکفر دکور څخه داسلام کور ته چې دلالت کونکی وي ددوی په ایمان باندې، نو که چیرته دوی مخ واړاوه او همیشوالی یې وکړ په خپل کفر باندې نو ونیسئ دوی لره او ووژنئ دوی لره په کوم ځای کې چې مو بیاموندل، او تاسو مه نیسئ ددوی څخه دوست چې ستاسو سره ستاسو په کارونو کې مرسته کوي، او مه نیسئ ددوی څخه مددګاران چې تاسو سره ستاسو ددښمن مقابل کې مرسته او مدد کوي
إِلَّا ٱلَّذِينَ يَصِلُونَ إِلَىٰ قَوْمٍۭ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَـٰقٌ أَوْ جَآءُوكُمْ حَصِرَتْ صُدُورُهُمْ أَن يُقَـٰتِلُوكُمْ أَوْ يُقَـٰتِلُوا۟ قَوْمَهُمْ ۚ وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ لَسَلَّطَهُمْ عَلَيْكُمْ فَلَقَـٰتَلُوكُمْ ۚ فَإِنِ ٱعْتَزَلُوكُمْ فَلَمْ يُقَـٰتِلُوكُمْ وَأَلْقَوْا۟ إِلَيْكُمُ ٱلسَّلَمَ فَمَا جَعَلَ ٱللَّهُ لَكُمْ عَلَيْهِمْ سَبِيلًۭا ﴿٩٠﴾
سبيلا مګر هغه کسان چې ځان یوځای کړي لدوی څخه داسې یو قوم ته چې ستاسو او دهغوی ترمنځ مضبوط لوظ وي په پریښودلو دجنګ باندې، او یا هغه کسان چې راغلي وي تاسو ته او حال دا چې تنګې شوي وي سینې دهغوی نو پس نه غواړي جنګ کول ستاسې سره او نه دخپل قوم سره، او که چیرته الله تعالی غوښتلی وی نو برلاسی کړی به یې وې په تاسو نو ستاسو سره به یې جنګ کړی و، نو پس قبول کړئ دالله تعالی له طرفه بچ ساتل ستاسو، او دهغوی په وژلو او بندي کولولا س مخ ۱۷ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر مه پورې کوئ، نو که چیرته هغوی ستاسو څخه یو طرف ته شول (په ډډه شول) او ستاسو سره یې جنګ ونه کړ، او غاړه یې کیښوده تاسو ته په داسې حال کې چې سوله کوونکي وو او پریښودنکي وو ستاسو جنګ لره، نو بس نده ګرځولې الله تعالی تاسو ته په هغوی باندې څه لا ره دجنګ کولو او یا دهغوی دقیدې کولو
سَتَجِدُونَ ءَاخَرِينَ يُرِيدُونَ أَن يَأْمَنُوكُمْ وَيَأْمَنُوا۟ قَوْمَهُمْ كُلَّ مَا رُدُّوٓا۟ إِلَى ٱلْفِتْنَةِ أُرْكِسُوا۟ فِيهَا ۚ فَإِن لَّمْ يَعْتَزِلُوكُمْ وَيُلْقُوٓا۟ إِلَيْكُمُ ٱلسَّلَمَ وَيَكُفُّوٓا۟ أَيْدِيَهُمْ فَخُذُوهُمْ وَٱقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ ۚ وَأُو۟لَـٰٓئِكُمْ جَعَلْنَا لَكُمْ عَلَيْهِمْ سُلْطَـٰنًۭا مُّبِينًۭا ﴿٩١﴾
م بينا زر دی چې وبه مومئ تاسو -ای مومنانو- یوه بله ډله دمنافقانو څخه چې تاسو ته خپل ایمان ښکاره کوي ددې لپاره چې خپل ځانونه بچ وساتي، او خپل قوم ته به کفر ښکاره کوي کله چې هغوی ته واپس شي چې دهغوی څخه هم خپل ځان بچ وساتي، کله چې دوی ته بلنه ورکړل شي په الله تعالی باندې کفر او شرک کولو ته نو دوی په هغې کې واقع شي په سختو واقع کیدلو سره، نو دا کسان کله چې ستاسو سره جنګ کول پرې نه ږدي، او تاسو ته غاړه هم کې نږدي په داسې حال کې چې صلح کوونکي وي، او ستاسو څخه خپل لا سونه هم بند نه کړي؛ نو ونیسئ دوی لره او ووژنئ دوی لره په کوم ځای کې چې مو بیاموندل، او دغه کسان چې دا صفتونه یې دي مونږ ګرځولی ستاسو لپاره دهغوی په نیولو او وژلو باندې ښکاره دلیل؛ دهغوی ددوکې او چل دوجې نه
وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ أَن يَقْتُلَ مُؤْمِنًا إِلَّا خَطَـًۭٔا ۚ وَمَن قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَـًۭٔا فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍۢ مُّؤْمِنَةٍۢ وَدِيَةٌۭ مُّسَلَّمَةٌ إِلَىٰٓ أَهْلِهِۦٓ إِلَّآ أَن يَصَّدَّقُوا۟ ۚ فَإِن كَانَ مِن قَوْمٍ عَدُوٍّۢ لَّكُمْ وَهُوَ مُؤْمِنٌۭ فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍۢ مُّؤْمِنَةٍۢ ۖ وَإِن كَانَ مِن قَوْمٍۭ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَـٰقٌۭ فَدِيَةٌۭ مُّسَلَّمَةٌ إِلَىٰٓ أَهْلِهِۦ وَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍۢ مُّؤْمِنَةٍۢ ۖ فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ تَوْبَةًۭ مِّنَ ٱللَّهِ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًۭا ﴿٩٢﴾
ه عليما حكيما نه دي پکار مومن لره چې ووژني بل مومن مګر که دخطا په ډول ترې ووژل شي، او چا چې وواژه مومن دخطا په ډول نو په ده باندې لا زم دي ازادول دیو څټ چې مريی وي، مومن وي کفاره دده دکار نه، اولا زمه ده دقاتل په خپلوانو باندې هغه چې ددې قاتل څخه میراث وړي ددیت ورکول، پوره پوره به یې دوژل شوي کس وارثانو ته ورکوي، مګر که بخښنه وکړي دا وارثان له دیت اخیستلو څخه نو بیا نه لا زمیږی په دوی باندې دیت ورکول، او که چیرته دا وژل شوی کس دداسې یو قوم څخه وي چې هغه ستاسو سره جنګ کوونکی وي او مومن وي؛ نو بیا واجب دي په قاتل باندې ازادول دڅټ دیو مومن مريي، او په ده باندې دیت نشته، او که چیرته وژل شوی کس مومن نه وي خو لکن دداسې یو قوم څخه وي چې ستاسو او دهغوی ترمنځ لوظ وي لکه دذمیانو په شان، نو بیا لا زم دی دقاتل په خپلوانو باندې هغه چې وارثان وي ددې قاتل دیت پوره پوره به يې ورکوي دوژل شوي کس وارثانو ته، اولا زم دي په قاتل باندې ازادول دڅټ دیو مريی چې مومن وي کفاره دخپل کار څخه، نو که چیرته دا قاتل بیانه مومي څوک چې ازاد یې کړي او یا دقیمت ورکولو وس نه لري، نو پس لا زم دي په ده باندې دوه میاشتی پرلپسي روژه نیول پر لپسې چې په منځ کې به یې روژه نه ماتوي، ددې لپاره چې الله تعالی رجوع درحمت وکړي په ده باندې په سبب دهغه کار چې ده کړی دی، او دی الله تعالی پوهه دخپلو بندګانو په عملونو او دهغوی په نیتونو، حکیم ذات دي په خپل شریعت او تدبیر کې
وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًۭا مُّتَعَمِّدًۭا فَجَزَآؤُهُۥ جَهَنَّمُ خَـٰلِدًۭا فِيهَا وَغَضِبَ ٱللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُۥ وَأَعَدَّ لَهُۥ عَذَابًا عَظِيمًۭا ﴿٩٣﴾
او څوک چې پرته له حقه يو مؤمن په لوی لا س ووژني، نو دهغه سزا به دتل لپاره دوزخ ته ننوتل وي، که يې دا حلال وبلل او يا يې توبه ونه ويستله، او الله به پرې غصه وي، او له خپلې لورېينې به يې لېرې کړي او ددغې لويې ګناه ترسره کولو له امله به دهغه لپاره لوی عذاب چمتو کړي
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا ضَرَبْتُمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ فَتَبَيَّنُوا۟ وَلَا تَقُولُوا۟ لِمَنْ أَلْقَىٰٓ إِلَيْكُمُ ٱلسَّلَـٰمَ لَسْتَ مُؤْمِنًۭا تَبْتَغُونَ عَرَضَ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا فَعِندَ ٱللَّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌۭ ۚ كَذَٰلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ ٱللَّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُوٓا۟ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًۭا ﴿٩٤﴾
ه ه تعملون خبيرا ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی دی په الله تعالی او دهغه درسول صلی الله علیه وسلم تابعداري مو کړې ده، کله چې ووځئ تاسې دالله تعالی په لا ره کې د جهاد لپاره نو پوره تحقیق وکړئ دهغه چا دحال باره کې چې تاسو ورسره جهاد کوئ، او تاسو مه وایاست هغه چاته چې ښکاره کړي تاسو ته هغه څه چې دهغوی په اسلام دلالت کوي: چې ته مومن نه یې، بلکه تا دا اسلام په خپلې وینې او مال دویرې له وجی نه ښکاره کړ، نو پس ووژنئ هغه لره غواړئ دده په وژلو سره دنیا مخ ۱۸ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر لږه لکه غنیمت چې خوښولای شي دده څخه، نو پس دالله تعالی سره دي غنیمتونه ډیر، او هغه غوره دي او ډیر لوی دي ددې څخه، همدارنګه تاسو وئ مخکې په شان ددې کس چې دخپل قوم څخه ایمان پټوي، نو پس الله تعالی احسان وکړ په تاسو داسلام نو ستاسو وینې یې بچ وساتلی نو تاسو هم پوره تحقیق کوئ، بیشکه الله تعالی چې دی نه پټیږي په هغه باندې څه شی ستاسو دعملونو څخه اګر که څومره باریک (پټ) وي، او خامخا به درله پرې بدله درکوي
لَّا يَسْتَوِى ٱلْقَـٰعِدُونَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ غَيْرُ أُو۟لِى ٱلضَّرَرِ وَٱلْمُجَـٰهِدُونَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ بِأَمْوَٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ ۚ فَضَّلَ ٱللَّهُ ٱلْمُجَـٰهِدِينَ بِأَمْوَٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ عَلَى ٱلْقَـٰعِدِينَ دَرَجَةًۭ ۚ وَكُلًّۭا وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلْحُسْنَىٰ ۚ وَفَضَّلَ ٱللَّهُ ٱلْمُجَـٰهِدِينَ عَلَى ٱلْقَـٰعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًۭا ﴿٩٥﴾
ى أجرا عظيما نه دي برابر هغه مومنان چې ناست دي په کورونو کې دجهاد کولو څخه دالله په لا ر کې پرته دعذر له خاوندانو څخه لکه: مریضان او ړانده، او هغه کسان چې جهاد کوي دالله تعالی په لا ره کې په خرچ کولو دخپلو مالونو او (په قربانولو) دخپلو نفسونو، غوره کړي دي الله تعالی جهاد کوونکي په خرچ کولو دخپلو مالونو او نفسونو په ناستو خلکو دجهاد نه په درجه کې، او لپاره دهر یو دمجاهدینو څخه او له جهاد څخه دناستو خلکو لره چې په عذر ناست وي ثواب دی هغه چې دا یې مستحق کیږي، او غوره ګرځولي دي الله تعالی مجاهدینو لره په (کورونو ) پر ناستو خلکو باندې دهغه له اړخه په لوی ثواب ورکولو سره
دَرَجَـٰتٍۢ مِّنْهُ وَمَغْفِرَةًۭ وَرَحْمَةًۭ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًۭا رَّحِيمًا ﴿٩٦﴾
دا ثواب مرتبې دي بعضی دپاسه دبعضو نورو، سره دبخنې دګناهونو او سره درحمت څخه په دوی، او دی الله تعالی بخښنه کوونکی خپلو بندګانو ته مهرباني کوونکی په دوی باندې
إِنَّ ٱلَّذِينَ تَوَفَّىٰهُمُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ ظَالِمِىٓ أَنفُسِهِمْ قَالُوا۟ فِيمَ كُنتُمْ ۖ قَالُوا۟ كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِى ٱلْأَرْضِ ۚ قَالُوٓا۟ أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ ٱللَّهِ وَٰسِعَةًۭ فَتُهَاجِرُوا۟ فِيهَا ۚ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ مَأْوَىٰهُمْ جَهَنَّمُ ۖ وَسَآءَتْ مَصِيرًا ﴿٩٧﴾
ى یقینا هغه کسان چې ساه اخلي ددوی څخه ملایکې او حال دا چې دوی وي ظلم کوونکي په خپلو ځانونو په پریښودلو دهجرت کولو سره دکفر له وطن څخه د اسلام وطن ته، وايې دوی ته ملایکې په وخت داخیستلو دساګانو ددوی رټنه کوونکي دوی ته: په کوم حال باندې تاسو وئ؟ او په کوم شی باندې تاسو دمشرکانو څخه جدا شوې یاست؟ نو دوی به ورته جواب ورکړي عذر پیش کوونکي به وي: بیشکه مونږ کمزوري وو زمونږ بله چاره نه وه او مونږ څه قوت هم نه درلوده چې مونږ دخپلو ځانونو څخه دفاع کړې وه. نو ملایکې به ورته ووايې په شکل درټنې: آیا نه وو ښارونه دالله تعالی پراخه چې ورته وتلي وئ چې په خپل دین او ځانونو باندې په امن کې پاتې شوې وئ دذلیله کولو او دزور کولو څخه په تاسو؟! نو پس دا هغه کسان دي چې هجرت يې ندی کړی، ځای دورتللو ددوی چې پکې پاتې کیږي به هغه اور دی، او ډیر بد دی دا ځای دورګرځیدلو او ورتللو ددوی لپاره
إِلَّا ٱلْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ ٱلرِّجَالِ وَٱلنِّسَآءِ وَٱلْوِلْدَٰنِ لَا يَسْتَطِيعُونَ حِيلَةًۭ وَلَا يَهْتَدُونَ سَبِيلًۭا ﴿٩٨﴾
او مستثنی دي ددې عذاب او ویرې څخه هغه کمزوري دعذرونو والا خلک که سړي دي او که زنانه او ماشومان دي، هغه کسان چې هیڅ قوت ورسره نه وچې د خپلو ځانونو څخه یې ظلم او زور دفع کړی و. او نه وه ورته معلومه لا ره چې خلاص شوی وی دهغه زور او ظلم څخه چې دوی پکې وو، نو بس دغه کسان ښایي چې الله تعالی په خپل رحمت او مهربانۍ دوی ته عفوه وکړي، او دی الله تعالی عفوه کوونکی خپلو بندګانو لره، بخښنه کوونکی هغه چاته چې توبه وباسي ددوی څخه
فَأُو۟لَـٰٓئِكَ عَسَى ٱللَّهُ أَن يَعْفُوَ عَنْهُمْ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَفُوًّا غَفُورًۭا ﴿٩٩﴾
او مستثنی دي ددې عذاب او ویری څخه هغه کمزوري دعذرونو والا خلک که سړي دي او که زنانه او ماشومان دي، هغه کسان چې هیڅ قوت ورسره نه وو چې د خپلو ځانونو څخه یې ظلم او زور دفع کړی و. او نه وه ورته معلومه لا ره چې خلاص شوي وی دهغه زور او ظلم څخه چې دوی پکې وو، نو بس دغه کسان نزدی ده چې الله تعالی په خپل رحمت او مهربانۍ دوی ته عفوه وکړي، او دی الله تعالی عفوه کوونکی خپلو بندګانو لره، بخښنه کوونکی هغه چاته چې توبه وباسي لدوی څخه. مخ ۱۹ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
۞ وَمَن يُهَاجِرْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ يَجِدْ فِى ٱلْأَرْضِ مُرَٰغَمًۭا كَثِيرًۭا وَسَعَةًۭ ۚ وَمَن يَخْرُجْ مِنۢ بَيْتِهِۦ مُهَاجِرًا إِلَى ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ ثُمَّ يُدْرِكْهُ ٱلْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُۥ عَلَى ٱللَّهِ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًۭا رَّحِيمًۭا ﴿١٠٠﴾
ه او هغه څوک چې هجرت وکړي دکفر له ښار څخه داسلام ښار ته لپاره دلټولو درضا دالله تعالی وبه مومي په ځمکه کې هغه چې هجرت یې ورته کړی دی بدلیدونکی حالت او ځمکه په غیر له هغې ځمکې څخه چې پریښې ده، حاصل به کړي په دې ځمکه کې عزت او پراخه رزق، او هر هغه څوک چې ووځي له خپل کور څخه هجرت کوونکی الله تعالی او دهغه رسول ته، بیا ورته مرګ راشي مخکې له رسیدلو دخپل هجرت ځای ته، نو پس یقینا ثابت شو اجر دده الله تعالی سره، او هیڅ ضرر نه رسوي ده ته دا خبره چې دا خپل دهجرت ځای ته ونه رسیده، او دی الله تعالی بخښنه کوونکی هغه چاته چې توبه وباسي دده دبندګانو څخه، مهرباني کوونکی دی په دوی باندې
وَإِذَا ضَرَبْتُمْ فِى ٱلْأَرْضِ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَقْصُرُوا۟ مِنَ ٱلصَّلَوٰةِ إِنْ خِفْتُمْ أَن يَفْتِنَكُمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ ۚ إِنَّ ٱلْكَـٰفِرِينَ كَانُوا۟ لَكُمْ عَدُوًّۭا مُّبِينًۭا ﴿١٠١﴾
او کله چې په ځمکه کې سفر کوئ؛ نو پر تاسې کومه ګناه نشته چې څلور رکعتي لمونځ دوه رکعتونو ته قصر کړئ، که مو دکافرانو له چل رسېدو څخه وېره لرله، بېشکه دکافرانو دښمني ستاسو لپاره ډېره څرګنده او ښکاره ده، او په صحيح سنتو سره دامن په حالت کې هم دسفر پر مهال دقصر رواوالی ثابت دی
وَإِذَا كُنتَ فِيهِمْ فَأَقَمْتَ لَهُمُ ٱلصَّلَوٰةَ فَلْتَقُمْ طَآئِفَةٌۭ مِّنْهُم مَّعَكَ وَلْيَأْخُذُوٓا۟ أَسْلِحَتَهُمْ فَإِذَا سَجَدُوا۟ فَلْيَكُونُوا۟ مِن وَرَآئِكُمْ وَلْتَأْتِ طَآئِفَةٌ أُخْرَىٰ لَمْ يُصَلُّوا۟ فَلْيُصَلُّوا۟ مَعَكَ وَلْيَأْخُذُوا۟ حِذْرَهُمْ وَأَسْلِحَتَهُمْ ۗ وَدَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَوْ تَغْفُلُونَ عَنْ أَسْلِحَتِكُمْ وَأَمْتِعَتِكُمْ فَيَمِيلُونَ عَلَيْكُم مَّيْلَةًۭ وَٰحِدَةًۭ ۚ وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِن كَانَ بِكُمْ أَذًۭى مِّن مَّطَرٍ أَوْ كُنتُم مَّرْضَىٰٓ أَن تَضَعُوٓا۟ أَسْلِحَتَكُمْ ۖ وَخُذُوا۟ حِذْرَكُمْ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ أَعَدَّ لِلْكَـٰفِرِينَ عَذَابًۭا مُّهِينًۭا ﴿١٠٢﴾
ى او کله چې یې ته -ای پیغمبره- په لښکر کې ددښمن سره دجنګ په وخت کې، او ته وغواړې چې دوی لره لمونځ وکړې، نو لښکر په دوو ډلو وویشه: یوه ډله ددوی څخه به ستا سره لمانځه ته ودریږي، او په لمانځه کې دې دځان سره خپلې سلاح ګانې هم واخلي، او بله ډلګۍ دې په پیره (څوکۍ) کې وي، نو هر کله چې لمړۍ ډلې له امام سره یو رکعت وکړ نور لمونځ دې خپل ځان لره یواځې پوره کړي، نو هر کله چې يې لمونځ ختم کړ نو دوی دې ستاسو شاته دښمن ته مخامخ شي، او هغه بله ډله دې راشي هغه چې مخکې یې پیره (څوکۍ) کوله او لمونځ یې ندی کړی، نو دامام سره دې یو رکعت وکړي، پس هر کله چې امام سلام وګرځاوه خپل باقي لمونځ دې پوره کړي، او دخپل دښمن څخه دې په احتیاط او بیدارۍ کې ووسي، او خپلې وسلې دی دځان سره واخلي، ځکه هغه کسان چې کفر یې کړی دی ارمان کوي چې تاسو دخپلو وسلو او سامانونو څخه غافله شئ کله چې تاسو لمونځ کوئ نو هغوی به پر تاسو باندې یوه حمله وکړي، او ستاسو دبی خبرۍ په حالت کې به تاسو ونیسي، او نشته دې په تاسو باندې څه ګناه که چیرته تاسو ته څه ضرر درورسیده دباران په وجه او یا تاسو مریضان یاستئ یا بل څه عذر وي، چې تاسو خپلې وسلې کیږدئ نو دځان سره یې وانه خلئ، او دخپل دښمن څخه ځان وساتئ په کومه طریقه چې تاسو کولی شئ، بیشکه الله تیار کړی دی دکافرانو لپاره عذاب؛ سپکوونکې دهغوی لپاره
فَإِذَا قَضَيْتُمُ ٱلصَّلَوٰةَ فَٱذْكُرُوا۟ ٱللَّهَ قِيَـٰمًۭا وَقُعُودًۭا وَعَلَىٰ جُنُوبِكُمْ ۚ فَإِذَا ٱطْمَأْنَنتُمْ فَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ ۚ إِنَّ ٱلصَّلَوٰةَ كَانَتْ عَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ كِتَـٰبًۭا مَّوْقُوتًۭا ﴿١٠٣﴾
نو پس هر کله چې فارغ شوئ -ای مومنانو- دلمانځه څخه نو یاد کړئ الله تعالی لره په سبحان الله ویلو سره او په الحمد لله ویلو سره او په لا اله الا الله وحده لا شریک له له الملک وله الحمد وهو علی کل شيء قدیر ویلوسره په هر حالت کې که ولاړ یاست یا ناست، او همدارنګه که ډډه مو وهلي وي، نو پس هر کله چې ستاسو څخه ویره ختمه شوه او په امن کې شوئ نو ادا کړئ لمانځه لره پوره په ارکانو او واجباتو او مستحباتو څرنګه چې یې تاسو ته امر کړی شوی دی، بیشکه لمونځ فرض کړی شوی دی په مومنانو باندې په ټاکل شوي وخت کې، نه دی جایز وروستوالی دلمانځه دخپل وخت څخه مګر په عذر سره، دا حکم داقامت په وخت کې دی، هر چې دسفر حالت دی نو تاسو لره بیا جمع او قصر هم جایز دي. مخ ۲۰ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَلَا تَهِنُوا۟ فِى ٱبْتِغَآءِ ٱلْقَوْمِ ۖ إِن تَكُونُوا۟ تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمُونَ ۖ وَتَرْجُونَ مِنَ ٱللَّهِ مَا لَا يَرْجُونَ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿١٠٤﴾
او تاسو مه کمزوري کیږئ -ای مومنانو- او سستي مه کوئ په لټولو او تعقیبولو ددښمن ستاسو کې دکافرانو څخه، نو پس که چیرته تاسو دردمن کیږئ دهغه مرګ او زخم له وجی چې تاسو ته دررسیږي نو یقینا هغوی هم دغه شان دردمن کیږي لکه څرنګه چې تاسو دردمن کیږئ، او هغوی ته هم هغه شان تکلیفونه رسیږي لکه څرنګه چې تاسو ته دررسیږي، نو دهغوی صبر دې ستاسو له صبر څخه زیات نه وي، پس تاسو امید لرئ دالله تعالی څخه دثواب او مدد او مرستې چې هغوی یې امید نه لري، او دی الله تعالی پوه په احوالو دخپلو بندګانو، حکمت والا دی په خپل تدبیر او شرع کې
إِنَّآ أَنزَلْنَآ إِلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبَ بِٱلْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ ٱلنَّاسِ بِمَآ أَرَىٰكَ ٱللَّهُ ۚ وَلَا تَكُن لِّلْخَآئِنِينَ خَصِيمًۭا ﴿١٠٥﴾
یقینا مونږ نازل کړی تاته -ای پیغمبره- قران کریم چې شامل دی په حق باندې؛ ددې لپاره چې ته فیصلې وکړې دخلکو تر منځ دهغوی په ټولو چارو کې په هغه علم چې الله تعالی تاته درکړی او تاته یې الهام کړی نه ستا په خواهش او ستا په رایه، او ته مه کیږه دخپلو ځانونو او امانتونو سره خیانت کوونکو خلکو لره دفاع کوونکی چې ته واپس کوې دهغوی څخه هغه څوک چې خپل حق ترې غواړي
وَٱسْتَغْفِرِ ٱللَّهَ ۖ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ غَفُورًۭا رَّحِيمًۭا ﴿١٠٦﴾
او بخښنه او معافي له الله تعالی څخه وغواړه، بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی دی هغه چاته چې توبه ورته وباسي دخپلو بندګانو څخه، رحم کوونکی دی په هغه باندې
وَلَا تُجَـٰدِلْ عَنِ ٱلَّذِينَ يَخْتَانُونَ أَنفُسَهُمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ مَن كَانَ خَوَّانًا أَثِيمًۭا ﴿١٠٧﴾
دهيڅ داسې شخص لخوا شخړه مه کوه چې خيانت کوي او دخيانت په پټولو کې له مبالغې کار اخلي، الله هغه څوک نه خوښوي چې ډېر خيانت او ګناه کوونکی وي
يَسْتَخْفُونَ مِنَ ٱلنَّاسِ وَلَا يَسْتَخْفُونَ مِنَ ٱللَّهِ وَهُوَ مَعَهُمْ إِذْ يُبَيِّتُونَ مَا لَا يَرْضَىٰ مِنَ ٱلْقَوْلِ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطًا ﴿١٠٨﴾
يعملون محيطا دوی پټیږي دخلکو څخه په وخت دکولو دګناه کې دویرې او دحیا له وجې، او دالله تعالی څخه ځان نه پټوي، حال دا چې الله تعالی دهغوی سره دی په ګیره اچولو سره په دوی باندې، پټ نشې پاتی کیدلی په هغه باندې هیڅ شی کله چې دوی پټ چلونه جوړوي هغه چې الله تعالی یې نه خوښوي دخبرو څخه، لکه د ګناهګار څخه دفاع کول او دیو بری کس متهم کول، او دی الله تعالی ګیره اچوونکی په هغو کارونو چې دوی یې کوي په پټه او ښکاره، هیڅ شی په هغه باندې پټ نشې پاتی کیدلی، او خامخا بدله به ورکړي ددوی په عملونو
هَـٰٓأَنتُمْ هَـٰٓؤُلَآءِ جَـٰدَلْتُمْ عَنْهُمْ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا فَمَن يُجَـٰدِلُ ٱللَّهَ عَنْهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ أَم مَّن يَكُونُ عَلَيْهِمْ وَكِيلًۭا ﴿١٠٩﴾
واورئ خبردار شئ -ای هغو کسانو چې تاسو دهغه چا غم کوئ چې جرمونه کوي- تاسو دهغوی نه جګړه کوئ په دنیا کې ددې لپاره چې دهغوی بې ګناهي ثابته کړئ، او دهغوی څخه سزا دفع کړئ، نو څوک دی هغه کس چې دالله تعالی سره به جګړه وکړي ددوی نه دقیامت په ورځ او حال دا چې پوهه شوی ددوی د حال په حقیقت باندې؟! او څوک دی هغه کس چې ذمه وار به وي په دوی باندې په دغه ورځ کې؟! بی شکه چې هیڅ څوک دا کار نشی کولی
وَمَن يَعْمَلْ سُوٓءًا أَوْ يَظْلِمْ نَفْسَهُۥ ثُمَّ يَسْتَغْفِرِ ٱللَّهَ يَجِدِ ٱللَّهَ غَفُورًۭا رَّحِيمًۭا ﴿١١٠﴾
او څوک چې یو ناوړه کار وکړي، او یا ظلم کوي په خپل ځان باندې په کولو دګناه سره، بیا وغواړي بخښنه دالله تعالی څخه چې په خپله ګناه باندې اقرار کوونکی وي او پښیمانه هم وي او دهغې څخه بندیدونکی (لاس اخیستونکی) وي، وبه مومي الله تعالی لره همیشه بخښوونکی ددې ګناهونو لره رحم کوونکی په دې باندې. مخ ۲۱ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَمَن يَكْسِبْ إِثْمًۭا فَإِنَّمَا يَكْسِبُهُۥ عَلَىٰ نَفْسِهِۦ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًۭا ﴿١١١﴾
او څوک چې وکړي ګناه وړه یا غټه نو بیشکه ددې سزا به یواځې په ده باندې وي، بل چاته به نه رسیږي، او دی الله تعالی پوهه دبندګانو په عملونو، حکمت والا دی په خپل تدبیر او شرع کې
وَمَن يَكْسِبْ خَطِيٓـَٔةً أَوْ إِثْمًۭا ثُمَّ يَرْمِ بِهِۦ بَرِيٓـًۭٔا فَقَدِ ٱحْتَمَلَ بُهْتَـٰنًۭا وَإِثْمًۭا مُّبِينًۭا ﴿١١٢﴾
او څوک چې وړه ګناه وکړي په غیر له قصده، او یا غټه ګناه وکړي په قصد سره، بیا متهم کړي په دې ګناه سره یو انسان چې بې ګناه وي ددغې ګناه څخه، نو پس یقینا بار یې کړ په خپل دې کار سره سخت دروغ او ښکاره ګناه
وَلَوْلَا فَضْلُ ٱللَّهِ عَلَيْكَ وَرَحْمَتُهُۥ لَهَمَّت طَّآئِفَةٌۭ مِّنْهُمْ أَن يُضِلُّوكَ وَمَا يُضِلُّونَ إِلَّآ أَنفُسَهُمْ ۖ وَمَا يَضُرُّونَكَ مِن شَىْءٍۢ ۚ وَأَنزَلَ ٱللَّهُ عَلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبَ وَٱلْحِكْمَةَ وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُن تَعْلَمُ ۚ وَكَانَ فَضْلُ ٱللَّهِ عَلَيْكَ عَظِيمًۭا ﴿١١٣﴾
ه او اې رسوله که پر تا دالله پېرزوينه ستا په ساتلو سره نه وای، نو له دغو کسانو چې له ځانونو سره خيانت کوي يوې ډلې به له حقه ستا دلار ورکۍ هوډ کړی و، چې تا به پر بې عدالتۍ پرېکړه کړې وای، خو په حقيقت کې هغوی يوازې ځانونه لا ر ورکي کوي، ځکه دهغوی دلار ورکۍ هڅه خپله دوی ته ور ګرځي او دالله دساتنې له امله تاته زيان نشي رسولای، الله پر تا قرآن او سنت نازل کړل او تاته يې لا رښوونه او رڼا دروښودل چې مخکې نه وو درته معلوم، او دالله پېرزوينه پر تا دنبوت او ساتنې له امله ډېره لويه ده
۞ لَّا خَيْرَ فِى كَثِيرٍۢ مِّن نَّجْوَىٰهُمْ إِلَّا مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلَـٰحٍۭ بَيْنَ ٱلنَّاسِ ۚ وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ ٱبْتِغَآءَ مَرْضَاتِ ٱللَّهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًۭا ﴿١١٤﴾
نشته هیڅ خیر په ډیرو هغو خبرو کې چې خلک یې پټې کوي، او هیڅ فایده ترې نه وي، مګر که ددوی خبرې په صدقې باندې امر کول وي، او یا دخیر کار وي چې شرعې پرې راتګ کړی وي او عقل پرې دلالت کوي، او یا ددوو جګړه مارانو ترمنځ سولې ته بلنه او دعوت وي، او څوک چې دا کار کوي لپاره دلټولو درضا د الله تعالی نو زر دی چې مونږ به ورکړو دې ته ثواب ډیر لوی
وَمَن يُشَاقِقِ ٱلرَّسُولَ مِنۢ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ ٱلْهُدَىٰ وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ ٱلْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِۦ مَا تَوَلَّىٰ وَنُصْلِهِۦ جَهَنَّمَ ۖ وَسَآءَتْ مَصِيرًا ﴿١١٥﴾
او هغه څوک چې له پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - سره عناد او ضد کوي او مخالفت یې کوي په هغه څه کې چې پیغمبر پرې راتګ کړی دی وروسته له هغه څخه چې حق ورته واضح شوی، او تابعداري وکړي دهغې لا رې چې دمومنانولا ره نه وي، مونږ به پریږدو هغه لره او هغه څه چې دځان لپاره یې غوره کړی، او مونږ ده ته دحق توفیق نه ورکوو دوجې دمخ اړولو دده قصدا، او ننباسو به مونږ هغه لره اور دجهنم ته چې ددې ګرمي به ورته وررسیږي، او ډیر بد دی ځای دورګرځیدلو د جهنمیانو لپاره
إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِۦ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَآءُ ۚ وَمَن يُشْرِكْ بِٱللَّهِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَـٰلًۢا بَعِيدًا ﴿١١٦﴾
یقینا الله تعالی نه بخښي دا چې شرک دې وکړی شي دهغه سره، بلکه همیشه به وي مشرک په اور کې، او بخښي ښکته له شرک څخه نور ګناهونه هر هغه چاته چې ویې غواړي په خپل رحمت او مهربانۍ سره، او څوک چې دالله تعالی سره څوک شریک کړي نو یقینا دا سړی دحق څخه بې لا رې شوی او دهغه څخه ډیر زیات لرې شوی؛ ځکه چې ده خالق او مخلوق سره برابر کړي دي. مخ ۲۲ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
إِن يَدْعُونَ مِن دُونِهِۦٓ إِلَّآ إِنَـٰثًۭا وَإِن يَدْعُونَ إِلَّا شَيْطَـٰنًۭا مَّرِيدًۭا ﴿١١٧﴾
عبادت نه کوي دا مشرکان او نه رابلي دالله تعالی سره مګر بوتان چې نومولې يې دي دزنانه وپه نومونو لکه لا ت او عزی، چې هیڅ فایده یې نه شوه وررسولی او نه یې ترې ضرر دفع کولی شو، او عبادت یې نه کاوه په حقیقت کې مګر دشیطان چې وتلی دالله تعالی دتابعدارئ څخه چې هیڅ خیر پکې نشته؛ ځکه چې همدغه شیطان دوی ته دبوتانو په عبادت امر کړی دی
لَّعَنَهُ ٱللَّهُ ۘ وَقَالَ لَأَتَّخِذَنَّ مِنْ عِبَادِكَ نَصِيبًۭا مَّفْرُوضًۭا ﴿١١٨﴾
او له همدې امله الله تعالی دا له خپل رحمت څخه شړلی. او ویلي دي دې شیطان خپل رب ته په قسم سره: چې خامخا زه به ګرځوم دخپل ځان لپاره ستا د بندګانو څخه یوه برخه معلومه چې دحق څخه به یې اړوم
وَلَأُضِلَّنَّهُمْ وَلَأُمَنِّيَنَّهُمْ وَلَـَٔامُرَنَّهُمْ فَلَيُبَتِّكُنَّ ءَاذَانَ ٱلْأَنْعَـٰمِ وَلَـَٔامُرَنَّهُمْ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ ٱللَّهِ ۚ وَمَن يَتَّخِذِ ٱلشَّيْطَـٰنَ وَلِيًّۭا مِّن دُونِ ٱللَّهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَانًۭا مُّبِينًۭا ﴿١١٩﴾
او خامخا به زه بندوم دوی ستا له نیغې لا رې څخه، او خامخا اچوم به دوی ته ارزوګانې په دروغجنو وعدو سره هغه چې دوی ته خپله ګمراهې خایسته کوي، او خامخا امر به کوم دوی ته په غوڅولو دغوږونو دڅارویو لپاره دحرامولو دهغه څه چې الله تعالی حلال کړي، او خامخا زه به امر کوم دوی ته په بدلولو دپیدايښت د الله تعالی او دهغه په فطرت (دین)، او هر هغه څوک چې ونیسې شیطان لره په دوستۍ چې دوستي ورسره کوي او تابعداري يې کوي نو یقینا تاوان یې وکړ په تاوان ښکاره سره له وجې ددوستۍ کولو نه درټلي شوي شیطان سره
يَعِدُهُمْ وَيُمَنِّيهِمْ ۖ وَمَا يَعِدُهُمُ ٱلشَّيْطَـٰنُ إِلَّا غُرُورًا ﴿١٢٠﴾
وعدې کوي له دوی سره شیطان ددروغو وعدې، او ارزوګانې اچوي دوی ته ددروغو ارزوګانې، او وعدې نه کوي ددوی سره وعدې مګر باطلې چې حقیقت یې نشته
أُو۟لَـٰٓئِكَ مَأْوَىٰهُمْ جَهَنَّمُ وَلَا يَجِدُونَ عَنْهَا مَحِيصًۭا ﴿١٢١﴾
دغه کسان چې دشیطان دقدمونو تابعداري کوي او دهغه څه تابعداري کوي چې شیطان ورته پرې مهلت ورکوي؛ ځای داوسیدو ددوی اور دجهنم دی چې نه به مومي له هغه څخه ځای دتیښتې چې پناه ورته ویسي. ق
وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنَّـٰتٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ خَـٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًۭا ۖ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقًّۭا ۚ وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ ٱللَّهِ قِيلًۭا ﴿١٢٢﴾
او هغه کسان چې ایمان یې راوړی دی په الله تعالی او نیک عملونه یې کړي دي چې نزدې کوونکي دي الله تعالی ته، خامخا داخل به کړو مونږ دوی لره جنتونو ته چې بهیږې به ویالې (نهرونه) دهغې دماڼیولا ندې، همیشه اوسیدونکي به وي دوی په هغې کې همیشه، وعده دالله تعالی له طرفه، او دهغه لوی ذات وعده حق وي، نو پس هغه خلاف نه کوي دوعدې، او نشته هیڅوک ډیر ریښتوني دالله تعالی څخه په وینا کې. ي
لَّيْسَ بِأَمَانِيِّكُمْ وَلَآ أَمَانِىِّ أَهْلِ ٱلْكِتَـٰبِ ۗ مَن يَعْمَلْ سُوٓءًۭا يُجْزَ بِهِۦ وَلَا يَجِدْ لَهُۥ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلِيًّۭا وَلَا نَصِيرًۭا ﴿١٢٣﴾
نه دی کار دخلاصي او دکامیابۍ موافق دهغه څه سره چې تاسو یې ارزو لرئ -ای مسلمانانو- او نه موافق او تابع دهغه چې اهل کتاب (یهود او نصاری) یې ارزو لري، بلکه دا کار تابع دعمل دی، نو پس هغه څوک چې وکړي ستاسو څخه ناوړه کار جزا به ورته پرې ورکړل شي په ورځ دقیامت، او بیا به نه مومې دځان لپاره پرته له الله تعالی څخه څوک دوست چې دې ته څه خیر ورسوي، او نه څوک مددګار چې ضرر ترې دفع کړي. مخ ۲۳ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَمَن يَعْمَلْ مِنَ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ مِن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌۭ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ يَدْخُلُونَ ٱلْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ نَقِيرًۭا ﴿١٢٤﴾
او هر هغه څوک چې وکړي دنیکیو دکارونو څخه که نر وي او که زنانه وي او حال دا چې ایمان لرونکی وي په الله تعالی باندې په حقه سره نو پس دغه هغه خلک دي چې یوځای کړي دي ایمان او نیک کار؛ ننوځې به جنت ته، او نه به شي کمیدلی ددوی دعملونو دثواب څخه هیڅ شی، او اګر که وي ددوی دغه عمل په لږوالي کې دخرما دزړې دهغه تور داغ په اندازه
وَمَنْ أَحْسَنُ دِينًۭا مِّمَّنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُۥ لِلَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌۭ وَٱتَّبَعَ مِلَّةَ إِبْرَٰهِيمَ حَنِيفًۭا ۗ وَٱتَّخَذَ ٱللَّهُ إِبْرَٰهِيمَ خَلِيلًۭا ﴿١٢٥﴾
او نشته هیڅوک ډیر ښایسته په اعتبار ددین سره دهغه چا څخه چې غاړه يې ایښودي وي الله تعالی ته په پټه او ښکاره او خالص کړی یې دی نیت خپل الله تعالی ته، او ښه یې کړي وي، په خپل عمل کې په تابعدارۍ دشرعې، او تابعداري یې کړی وي ددین دابراهیم علیه السلام هغه چې هغه اصل دی ددین دمحمد صلی الله علیه وسلم اوړیدونکی وي له شرک او کفر څخه توحید او ایمان ته. او غوره کړی دی الله تعالی خپل پیغمبر ابراهیم علیه السلام په پوره مینې سره په ټولو مخلوقاتو کې
وَلِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍۢ مُّحِيطًۭا ﴿١٢٦﴾
او یوازي خاص الله تعالی لره ده بادشاهي او اختیار دهغه څه چې په اسمانونو کې دي او په ځمکه کې دي، او دی الله تعالی په هر شي باندې ګیره اچوونکی دخپلو مخلوقاتو څخه په علم، قدرت او تدبیر سره
وَيَسْتَفْتُونَكَ فِى ٱلنِّسَآءِ ۖ قُلِ ٱللَّهُ يُفْتِيكُمْ فِيهِنَّ وَمَا يُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ فِى ٱلْكِتَـٰبِ فِى يَتَـٰمَى ٱلنِّسَآءِ ٱلَّـٰتِى لَا تُؤْتُونَهُنَّ مَا كُتِبَ لَهُنَّ وَتَرْغَبُونَ أَن تَنكِحُوهُنَّ وَٱلْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ ٱلْوِلْدَٰنِ وَأَن تَقُومُوا۟ لِلْيَتَـٰمَىٰ بِٱلْقِسْطِ ۚ وَمَا تَفْعَلُوا۟ مِنْ خَيْرٍۢ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِهِۦ عَلِيمًۭا ﴿١٢٧﴾
ى او پوښتنه کوي ستا څخه -ای پیغمبره- دمېرمنو او دهغوی دحقونو په اړه چې دهغوی لپاره دي او په هغوی چې کوم حقونه دي، ته ورته ووایه: الله تعالی بیانوي تاسو ته هغه څه چې تاسو يې پوښتنه کړې ده، او بیانوي تاسو ته هغه څه چې لوستلی کیږي په تاسو باندې په قران کریم کې، دهغه مېرمنو دیتیمانو په اړه چې ستاسو د تصرفلا ندې دي، او تاسو ورته هغه مهر او یا میراث نه ورکوئ چې الله تعالی ورته مقرر کړي دي، او تاسو دهغوی په نکاح کولو کې رغبت هم نه لرئ، او بندوئ يې له نکاح څخه چې طمع کوونکي یاست دهغوی په مال کې، او بیانوي(الله) تاسو ته هغه چې په تاسولا زم دي په باره دکمزورو ماشومانو کې، دورکولو دحق د هغوی له میراث څخه، او دا چې تاسو ظلم ونه کړئ په هغوی په تسلط کولو باندې دهغوی په مالونو، او بیانوي تاسو ته دا چې واجب دي ودریدل (څارنه کول) د یتیمانو په عدل سره په هغه طریقه چې مناسب وي دهغوی دحالاتو سره په دنیا او اخرت کې، او هغه چې کوئ تاسو دکوم خیر کار یتیمانو سره او نور چا سره نو پس بیشکه الله تعالی ښه پوهه دی په هغه باندې، او خامخا به درله په هغه بدلې درکړي
وَإِنِ ٱمْرَأَةٌ خَافَتْ مِنۢ بَعْلِهَا نُشُوزًا أَوْ إِعْرَاضًۭا فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَآ أَن يُصْلِحَا بَيْنَهُمَا صُلْحًۭا ۚ وَٱلصُّلْحُ خَيْرٌۭ ۗ وَأُحْضِرَتِ ٱلْأَنفُسُ ٱلشُّحَّ ۚ وَإِن تُحْسِنُوا۟ وَتَتَّقُوا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًۭا ﴿١٢٨﴾
ه او که چیرته وویریږي یوه ښځه دخپل خاوند څخه په لویي کولو سره دهغې څخه او مینه او رغبت نه وي دهغې سره نو هیڅ ګناه نشته په دې دواړو چې دیو بل سره جوړه وکړي داسې چې ښځه دخپلو ځینولا زمي حقونو څخه تنازل وکړي لکه دنفقې او شپې تیرولو حقونه، او روغه جوړه دلته غوره ده دې دواړو لره دطلاق څخه، او یقینا پیداشوي دې نفسونه په حرص او بخل باندې، نو نه غواړي تنازل دخپلو حقونو څخه، نو پس مناسب دي دواړو ښځې او خاوند لره ددې خاصیت علاج کول په عادت کولو دخپلو نفسونو په بخښنې او نیکۍ کولو. او که چیرته تاسو په خپلو ټولو چارو کې نیکي او ښیګړه وکړئ، او دالله تعالی څخه وویریږئ په عملې کولو دهغه داوامرو او په ځان ساتلو دهغه له نواهیو څخه، نو پس بیشکه الله تعالی په هغو کارونو چې تاسو يې کوئ خبردار دی، هیڅ شی په هغه باندې پټ نشې پاتی کیدلی، او خامخا به درله پرې بدله درکړي. مخ ۲۴ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَلَن تَسْتَطِيعُوٓا۟ أَن تَعْدِلُوا۟ بَيْنَ ٱلنِّسَآءِ وَلَوْ حَرَصْتُمْ ۖ فَلَا تَمِيلُوا۟ كُلَّ ٱلْمَيْلِ فَتَذَرُوهَا كَٱلْمُعَلَّقَةِ ۚ وَإِن تُصْلِحُوا۟ وَتَتَّقُوا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ غَفُورًۭا رَّحِيمًۭا ﴿١٢٩﴾
او هیچ چیرې تاسو نه شئ کولی -ای خاوندانو- چې پوره پوره عدل وکړئ دخپلو ښځو سره دزړه په کږیدلو کې، او اګر که تاسو په دې باندې حرص هم وکړئ؛ د هغو کارونو په وجه چې کیدای شي ستاسو دارادې څخه بهر وي، نو بس تاسو مه کږیږئ په پوره کږیدلو سره دهغې ښځې څخه چې تاسو ورسره مینه نه لرئ نو بس تاسو يې پریږدئ دځوړندې شوې ښځې په شان چې نه دخاوند والا وي چې حق ورله ادا کړي، او نه بې خاونده وي چې نکاح وکړي، او که چیرته تاسو سوله وکړئ په خپل منځ کې په داسې طریقه چې مجبور کړئ خپل ځانونه په هغه څه باندې چې نه يې غواړي داداد کولو دحق دښځې نه، او وویریږئ دښځې باره کې دالله تعالی څخه، نو پس بیشکه الله تعالی دی بخښنه کوونکی رحم کوونکی. ل
وَإِن يَتَفَرَّقَا يُغْنِ ٱللَّهُ كُلًّۭا مِّن سَعَتِهِۦ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ وَٰسِعًا حَكِيمًۭا ﴿١٣٠﴾
او که مېړه او مېرمن دطلاق او خلعې له امله له يوبل بېل شي، الله به هر یو په خپله پراخه پېرزوينه غني او بې پروا کړي او الله دپراخه پېرزويينې او لورېينې څښتن دی او په تدبير او تقدير کې يې حکيم دی
وَلِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۗ وَلَقَدْ وَصَّيْنَا ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَـٰبَ مِن قَبْلِكُمْ وَإِيَّاكُمْ أَنِ ٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ۚ وَإِن تَكْفُرُوا۟ فَإِنَّ لِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ غَنِيًّا حَمِيدًۭا ﴿١٣١﴾
ه او خاص یوازې الله تعالی لره دی اختیار او بادشاهي دهغه څه چې په اسمانونو او ځمکو کې دي او واک او اختیار دهغه څه چې ددې دواړو ترمنځ دي، او بیشکه مونږ کلک حکم کړی اهل کتابو ته دیهودو او نصارو څخه، او حکم مو کړی تاسو ته په عملي کولو دحکمونو دالله تعالی او په ځان ساتلو سره دنواهیو دالله تعالی څخه، او که چیرته تاسو کفر وکړئ په دې حکم باندې نو تاسو ضرر نشئ رسولی مګر خپلو ځانونو ته، نو پس بیشکه الله تعالی بې حاجته دی ستاسو دطاعت څخه، نو خاص دهغه لپاره دی واک او اختیار دهغه څه چې په اسمانونو او ځمکو کې دي، او هغه بی حاجته دی دټولو مخلوقاتو څخه، ستایل شوی دی په ټولو صفتونو او کارونو کې
وَلِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِيلًا ﴿١٣٢﴾
او یواځې الله تعالی لره دی اختیار او بادشاهي دهغه څه چې په اسمانونو او ځمکو کې دي، مستحق ددې دی چې تابعداري یې وکړی شي، او کافي دی الله تعالی ذمه وار دبرابرولو دټولو چارو دخپلو مخلوقاتو
إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ أَيُّهَا ٱلنَّاسُ وَيَأْتِ بِـَٔاخَرِينَ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلَىٰ ذَٰلِكَ قَدِيرًۭا ﴿١٣٣﴾
که وغواړي نو مړه به کړي تاسې ټول -ای خلکو- او رابه ولې نور خلک په غیر ستاسو څخه چې دهغه تابعداري به کوي او نافرماني به يې نه کوي، او دی الله تعالی په دې باندې قدرت لرونکی
مَّن كَانَ يُرِيدُ ثَوَابَ ٱلدُّنْيَا فَعِندَ ٱللَّهِ ثَوَابُ ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةِ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ سَمِيعًۢا بَصِيرًۭا ﴿١٣٤﴾
څوک چې ستاسو څخه -ای خلکو- غواړي په خپل عمل باندې یوازې ددنیا ثواب، نو پس پوهه شئ چې دالله تعالی سره شته ثواب ددنیا او اخرت، نو بس ودې غواړي ثواب ددې دواړو، او دی الله تعالی اوریدونکی ستاسو دخبرو، لیدونکی دی ستا دکارونو، او خامخا به درله پرې بدله درکړي. مخ ۲۵ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
۞ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ كُونُوا۟ قَوَّٰمِينَ بِٱلْقِسْطِ شُهَدَآءَ لِلَّهِ وَلَوْ عَلَىٰٓ أَنفُسِكُمْ أَوِ ٱلْوَٰلِدَيْنِ وَٱلْأَقْرَبِينَ ۚ إِن يَكُنْ غَنِيًّا أَوْ فَقِيرًۭا فَٱللَّهُ أَوْلَىٰ بِهِمَا ۖ فَلَا تَتَّبِعُوا۟ ٱلْهَوَىٰٓ أَن تَعْدِلُوا۟ ۚ وَإِن تَلْوُۥٓا۟ أَوْ تُعْرِضُوا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًۭا ﴿١٣٥﴾
ای هغه کسانو چې ایمان مو په الله تعالی راوړی او دهغه درسول تابعداري موکړې ده، شئ تاسې ولاړ په انصاف سره په ټولو حالاتو کې، ادا کوونکي ګواهۍ لره په حق باندې دهر چا سره، او اګر که دا تقاضا کوي چې تاسو په خپلو ځانونو هم په حق سره اقرار وکړئ، او یا په خپل مور او پلار او ستاسو په خپلوانو، او بار دې نه کړي غریبي دیو کس او مالداري دهغه تاسو لره په ګواهۍ کولو او یا په پریښودولو دګواهۍ، پس الله تعالی ډیر خیر غوښتونکی دی غریب او مالداره لره ستاسو څخه او ډیر پوهه دی دهغوی په مصلحتونو، نو بس تاسو تابعداري مه کوئ دخواهشاتو په ګواهۍ کولو کې ددې لپاره چې دحق څخه کاږه نه شئ په ګواهۍ کې، او که چیرته تاسو بدله کړله ګواهي چې په سمه طریقه مو ادا نه کړه، او یا مو دهغې دادا کولو څخه مخ واړاوه؛ نو پس الله تعالی په هغو کارونو چې تاسو يې کوئ خبردار دی
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ ءَامِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَٱلْكِتَـٰبِ ٱلَّذِى نَزَّلَ عَلَىٰ رَسُولِهِۦ وَٱلْكِتَـٰبِ ٱلَّذِىٓ أَنزَلَ مِن قَبْلُ ۚ وَمَن يَكْفُرْ بِٱللَّهِ وَمَلَـٰٓئِكَتِهِۦ وَكُتُبِهِۦ وَرُسُلِهِۦ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَـٰلًۢا بَعِيدًا ﴿١٣٦﴾
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی مضبوط شئ په خپل ایمان ستاسو په الله تعالی او دهغه په رسول، او په هغه قران چې رالیږلی یې دی په خپل پیغمبر، او په هغو کتابونو چې رالیږلي یې دي په پیغمبرانو مخکې له دې پیغمبر څخه، او هر هغه څوک چې کفر وکړي په الله تعالی او دهغه په ملایکو او دهغه په کتابونو او دهغه په پیغمبرانو او په ورځ دقیامت؛ نو په تحقیق سره لرې شو دنیغې لا رې څخه په لري والی لوی سره
إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ثُمَّ كَفَرُوا۟ ثُمَّ ءَامَنُوا۟ ثُمَّ كَفَرُوا۟ ثُمَّ ٱزْدَادُوا۟ كُفْرًۭا لَّمْ يَكُنِ ٱللَّهُ لِيَغْفِرَ لَهُمْ وَلَا لِيَهْدِيَهُمْ سَبِيلًۢا ﴿١٣٧﴾
یقینا هغه کسان چې تکرار شوی دهغوی څخه کفر وروسته دایمان څخه، داسې چې ایمان یې راوړی دی بیا ترې اوختي (مرتد شوي)، بیا یې ایمان راوړی، بیا ترې اوختي (مرتد شوي)، او بیا کلک پاتې شوي په خپل کفر باندې او مړه شوي دي په هغه باندې؛ نه دی الله تعالی چې وبخښې دوی ته ګناهونه ددوی، او نه دی الله تعالی چې توفیق ورکړي دوی ته نیغې لا رې ته هغه چې الله تعالی ته رسیدونکې لا ر ده
بَشِّرِ ٱلْمُنَـٰفِقِينَ بِأَنَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿١٣٨﴾
زیری ورکړه -ای پیغمبره- منافقانو ته هغه کسان چې ښکاره کوي ایمان لره، او پټوي کفر، چې یقینا ددوی لپاره دالله تعالی په نیز دقیامت په ورځ عذاب دردوونکی دی
ٱلَّذِينَ يَتَّخِذُونَ ٱلْكَـٰفِرِينَ أَوْلِيَآءَ مِن دُونِ ٱلْمُؤْمِنِينَ ۚ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ ٱلْعِزَّةَ فَإِنَّ ٱلْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًۭا ﴿١٣٩﴾
دا عذاب ځکه دی چې دوی نیولي وو کافرانو لره مددګاران او دوستان په غیر له مومنانو نه، او یقینا تعجب دی دې کار لره چې دوی یې ګرځولی چې دوستانه ورسره کوي، آیا دوی لټوي ددوی سره قوت او ساتنه ددې لپاره چې په دې باندې اوچت شي؛! نو پس قوت او ساتنه ټول خاص الله تعالی لره دي
وَقَدْ نَزَّلَ عَلَيْكُمْ فِى ٱلْكِتَـٰبِ أَنْ إِذَا سَمِعْتُمْ ءَايَـٰتِ ٱللَّهِ يُكْفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلَا تَقْعُدُوا۟ مَعَهُمْ حَتَّىٰ يَخُوضُوا۟ فِى حَدِيثٍ غَيْرِهِۦٓ ۚ إِنَّكُمْ إِذًۭا مِّثْلُهُمْ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ جَامِعُ ٱلْمُنَـٰفِقِينَ وَٱلْكَـٰفِرِينَ فِى جَهَنَّمَ جَمِيعًا ﴿١٤٠﴾
او په تحقیق سره رالیږلي والله تعالی په تاسو -ای مومنانو- په قران کریم کې دا چې کله تاسو کینئ په یو مجلس کې او واورئ په دې کې دهغه چا خبرې چې کفر کوي په الله تعالی او دهغه په آیتونو مسخرې کوي؛ نو پس واجب دې په تاسو باندې پریښودل دکیناستلو دهغوی سره او ګرځیدل دهغوی دمجلسونو څخه، تر دې چې خبرې وکړي نورې خبرې پرته دکفر کولو نه دالله تعالی په آیتونو او دمسخره کولو نه په هغې باندې، تاسو که په دغه وخت کې ورسره کیناستئ په حالت دکفر کولو په آیتونو دالله تعالی او په حالت دمسخرو کولو په هغې باندې وروسته داوریدلو ستاسو نه هغې لره نو تاسو به هم دهغوی په شان شئ په خلاف کولو کې د حکم دالله تعالی؛ ځکه چې تاسو دالله تعالی نافرمانې کړې په کیناستلو ستاسو لکه څرنګه چې هغوی په کفر کولو سره دالله تعالی نافرماني کړې ده، بیشکه الله تعالی به خامخا راجمع کړي منافقان هغه کسان چې اسلام ښکاره کوي او کفر پټوي دکافرانو سره په اور دجهنم کې دقیامت په ورځ. مخ ۲۶ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
ٱلَّذِينَ يَتَرَبَّصُونَ بِكُمْ فَإِن كَانَ لَكُمْ فَتْحٌۭ مِّنَ ٱللَّهِ قَالُوٓا۟ أَلَمْ نَكُن مَّعَكُمْ وَإِن كَانَ لِلْكَـٰفِرِينَ نَصِيبٌۭ قَالُوٓا۟ أَلَمْ نَسْتَحْوِذْ عَلَيْكُمْ وَنَمْنَعْكُم مِّنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ ۚ فَٱللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۗ وَلَن يَجْعَلَ ٱللَّهُ لِلْكَـٰفِرِينَ عَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا ﴿١٤١﴾
سبيلا هغه کسان چې ددې انتظار کوي ترڅو تاسوته کومه ښېګڼه يا بدي ورسيږي، که تاسو ته دالله له لوري بريا وي او ولجې ترلاسه کړئ، هغوی درته وايي ايا موږ ستاسو سره نه وو؟ هلته حاضر وو چې تاسې حاضر واست، ترڅو له ولجې څه ترلاسه کړي، خو که کافرانو لره کومه برخه وي، هغوی ته وايي، ايا ستاسو چارې مو پر غاړه نه وې، په پاملرنه او مرسته پر تاسو چاپېر نه وو او له مؤمنانو مو ستاسو په مرسته کولو او دهغوی په پرېښودلو ستاسو ملاتړ ونه کړ؟! الله به دټولو ترمنځ دقيامت په ورځ پرېکړه کوي، چې مؤمنانو ته به جنت ته په ننه اېستلو بدله ورکړي او منافقانو ته داور تر ټولو ښکته کندې ته په ننه اېستلو سره، او دقيامت په ورځ به منافقانو ته د مؤمنانو پر خلاف هيڅ دليل ونه ګرځوي، بلکې ښه پايله به دمؤمنانو لپاره وي ترڅو چې هغوی پر شريعت عمل کوونکي او په ايمان کې رېښتيني وي
إِنَّ ٱلْمُنَـٰفِقِينَ يُخَـٰدِعُونَ ٱللَّهَ وَهُوَ خَـٰدِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوٓا۟ إِلَى ٱلصَّلَوٰةِ قَامُوا۟ كُسَالَىٰ يُرَآءُونَ ٱلنَّاسَ وَلَا يَذْكُرُونَ ٱللَّهَ إِلَّا قَلِيلًۭا ﴿١٤٢﴾
پرته له شکه منافقان دايمان په ښکارولو او کفر په پټلو الله ته دوکه ورکوي او هغه ددوی ددوکې ځواب ورکوي، چې دهغوی دکفر سربېره یې وينې خوندي کوي او په آخرت کې سخته سزا ورته چمتو کوي، هغوی چې کله لمانځه ته پورته کيږي؛ نو له لمانځه کرکه کوونکي پورته کيږي، يوازې خلکو ته ځانونه ښايي او له هغوی درناوی غواړي، له الله سره اخلاص نه کوي او الله نه يادوي مګر ډېر کم چې کله مومنان وويني
مُّذَبْذَبِينَ بَيْنَ ذَٰلِكَ لَآ إِلَىٰ هَـٰٓؤُلَآءِ وَلَآ إِلَىٰ هَـٰٓؤُلَآءِ ۚ وَمَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُۥ سَبِيلًۭا ﴿١٤٣﴾
دا منافقان ګډوډ دي په شک کې دي، نو نه دوی دمومنانو سره دي په پټه او ښکاره او نه دکافرانو سره دي، بلکه په ښکاره ډول دمومنانو سره دي او په پټه دکافرانو سره دي، او څوک چې الله تعالی ګمراه کړي نو پس هیڅکله به ته بیانه مومې -ای پیغمبره- دې لره لا ر دهدایت دګمراهۍ څخه
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَتَّخِذُوا۟ ٱلْكَـٰفِرِينَ أَوْلِيَآءَ مِن دُونِ ٱلْمُؤْمِنِينَ ۚ أَتُرِيدُونَ أَن تَجْعَلُوا۟ لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَـٰنًۭا مُّبِينًا ﴿١٤٤﴾
ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او دهغه دپیغمبر تابعداري مو کړې، تاسو مه نیسئ په الله تعالی باندې کفر کوونکي خلک خالص دوستان چې دوستانه ورسره کوئ پرته له مومنانو څخه، آیا تاسو غواړئ په خپل دې کار سره چې وګرځوئ دالله تعالی لپاره په تاسو باندې دلیل ښکاره چې دلالت کوونکی وي ستا په مستحق کیدلو دعذاب؟!
إِنَّ ٱلْمُنَـٰفِقِينَ فِى ٱلدَّرْكِ ٱلْأَسْفَلِ مِنَ ٱلنَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا ﴿١٤٥﴾
یقینا منافقان چې دي خامخا وبه ګرځوي الله تعالی دوی په لا ندې ځای داور کې په ورځ دقیامت، او هیچری به ته بیانه مومې دوی لره څوک مددګار چې ددوی نه عذاب بچ کړي
إِلَّا ٱلَّذِينَ تَابُوا۟ وَأَصْلَحُوا۟ وَٱعْتَصَمُوا۟ بِٱللَّهِ وَأَخْلَصُوا۟ دِينَهُمْ لِلَّهِ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ مَعَ ٱلْمُؤْمِنِينَ ۖ وَسَوْفَ يُؤْتِ ٱللَّهُ ٱلْمُؤْمِنِينَ أَجْرًا عَظِيمًۭا ﴿١٤٦﴾
مګر هغه کسان چې وګرځې دخپل منافقت څخه الله تعالی ته په توبې سره، او خپل باطن اعمال دشرعې موافق برابر کړي، او منګولې ولګوي دالله تعالی په لوظ باندې، او خالص کړي خپل عملونه یوازي الله تعالی ته پرته له ځان ښودنې (ریا) څخه، نو دغه کسان چې دا يې صفات دي، وي به دوی دمومنانو سره په دنیا او اخرت کې، او زر دی چې وربه کړي الله تعالی مومنانو ته ډیر ثواب. مخ ۲۷ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
مَّا يَفْعَلُ ٱللَّهُ بِعَذَابِكُمْ إِن شَكَرْتُمْ وَءَامَنتُمْ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ شَاكِرًا عَلِيمًۭا ﴿١٤٧﴾
هیڅ ضرورت نشته الله تعالی ته ستاسو په عذاب درکولو کې که چیرته تاسې دهغه شکر ادا کړئ او په هغه باندې ایمان ولرئ، نو هغه لوی ذات نیکي کوونکی مهرباني کوونکی دی، لیکن تاسو ته ستاسو په ګناهونو سزا درکوي، نو که خپل عمل مو برابر کړ، او دهغه په نعمتونو مو شکر وویسته، او په هغه مو ښکاره او پټ ایمان راوړ، نو هیڅ عذاب نه درکوي، او دی الله تعالی شکر قبلوونکی دهغه چا څخه چې دالله تعالی په نعمتونو اعتراف وکړي نو هغوی لره پرې ډیر ثواب ورکوي، پوهه دی په ایمان دخپل مخلوق، او خامخا وربه کړي هر یو ته بدله په خپل عمل
۞ لَّا يُحِبُّ ٱللَّهُ ٱلْجَهْرَ بِٱلسُّوٓءِ مِنَ ٱلْقَوْلِ إِلَّا مَن ظُلِمَ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ سَمِيعًا عَلِيمًا ﴿١٤٨﴾
الله تعالی نه خوښوي ښکاره ویل دبدې وینا، بلکه بده یې ګڼي او ویره پرې ورکوي، مګر که په چا باندې ظلم شوی وي نو جایز دي ورلره چې ښکاره وکړي بده وینا؛ لپاره دشکایت کولو دظالم څخه او ښیرې کول هغه ته او بدله ورکول دهغه دوینا په شان، لیکن دمظلوم صبر کول ډیر غوره دي دښکاره کولو دوینا څخه، او دی الله تعالی اوریدونکی ستاسو ویناګانو لره، پوهه دی ستاسو په نیتونو، نو ځان وساتئ له بدې وینا څخه او یا دقصد کولو دبدېو وینا
إِن تُبْدُوا۟ خَيْرًا أَوْ تُخْفُوهُ أَوْ تَعْفُوا۟ عَن سُوٓءٍۢ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَفُوًّۭا قَدِيرًا ﴿١٤٩﴾
که تاسو ښکاره کوئ څه خیر که وینا وي او که کار، او که یا یې پټوئ، او یا تاسو بخښنه کوئ هغه چاته چې ستاسو سره یې بد کړي وي؛ نو بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی قدرت والا دی، نو پس شي دې بخښنه ستاسو داخلاقو څخه، شاید چې الله تعالی تاسو ته بخښنه وکړي
إِنَّ ٱلَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦ وَيُرِيدُونَ أَن يُفَرِّقُوا۟ بَيْنَ ٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦ وَيَقُولُونَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍۢ وَنَكْفُرُ بِبَعْضٍۢ وَيُرِيدُونَ أَن يَتَّخِذُوا۟ بَيْنَ ذَٰلِكَ سَبِيلًا ﴿١٥٠﴾
ويريدون أن يتخذوا بين ذلك سبيلا پرته له شکه هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی او دهغه پر رسولانو يې کفر کړی او غواړي دالله او دهغه درسولانو ترمنځ بېلوالی راولي داسې چې پر هغه ايمان راوړي او رسولان يې درواغجن ګڼي او وايي: موږ پر ځينو رسولانو ايمان لرو او له ځينو يې نټه کوو او غواړي دکفر او ايمان ترمنځ لا ر غوره کړي، هغوی هسې وهم کوي چې دغه لا ر به يې خوندي کړي. ق
أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْكَـٰفِرُونَ حَقًّۭا ۚ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَـٰفِرِينَ عَذَابًۭا مُّهِينًۭا ﴿١٥١﴾
دغه کسان چې دا لا ر اختیاروي دوی ریښتوني کافران دي؛ دا ځکه چا چې کفر وکړ په ټولو پیغمبرانو او یا په ځینو، یقینا ده کفر وکړ په الله تعالی او دهغه په ټولو پیغمبرانو، او بیشکه مونږ تیار کړی کافرانو لره عذاب سپکوونکی په ورځ دقیامت، دا سزا ددوی ده دوجې دتکبر کولو ددوی دایمان راوړلو نه په الله تعالی او دهغه په پیغمبرانو
وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦ وَلَمْ يُفَرِّقُوا۟ بَيْنَ أَحَدٍۢ مِّنْهُمْ أُو۟لَـٰٓئِكَ سَوْفَ يُؤْتِيهِمْ أُجُورَهُمْ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًۭا رَّحِيمًۭا ﴿١٥٢﴾
ر حيما او هغه کسان چې په الله تعالی یې ایمان راوړی او هغه یې یواځې ګڼلی، او هیڅوک یې دهغه سره ندی شریک کړی، او تصدیق یې کړي (منلي یې دي) دهغه ټول پیغمبران، او جداوالی یې نه دی کړي په مابین دهیڅ یو کې ددوی څخه لکه څرنګه چې کافران خلک کوي، بلکه ایمان یې راوړی په ټولو؛ دغه کسان چې دي زر دی چې وربه کړي الله تعالی دوی ته ثواب لوی، بدله ددوی دایمان راوړلو او نیکو عملونو کولو دوجې دایمان نه، او دی الله تعالی بخښنه کوونکی هغه چاته چې رجوع ورته وکړي په توبی سره دخپلو بندګانو څخه، رحم کوونکی دی په هغوی. مخ ۲۸ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
يَسْـَٔلُكَ أَهْلُ ٱلْكِتَـٰبِ أَن تُنَزِّلَ عَلَيْهِمْ كِتَـٰبًۭا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ ۚ فَقَدْ سَأَلُوا۟ مُوسَىٰٓ أَكْبَرَ مِن ذَٰلِكَ فَقَالُوٓا۟ أَرِنَا ٱللَّهَ جَهْرَةًۭ فَأَخَذَتْهُمُ ٱلصَّـٰعِقَةُ بِظُلْمِهِمْ ۚ ثُمَّ ٱتَّخَذُوا۟ ٱلْعِجْلَ مِنۢ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ ٱلْبَيِّنَـٰتُ فَعَفَوْنَا عَن ذَٰلِكَ ۚ وَءَاتَيْنَا مُوسَىٰ سُلْطَـٰنًۭا مُّبِينًۭا ﴿١٥٣﴾
موس سلطنا م بينا ى غواړي ستا څخه -ای پیغمبره- یهودیان چې ته راوړي دوی ته کتاب داسمان څخه په یو ځل لکه څرنګه چې موسی علیه السلام راوړی و، نو دا به ستا درښتینولۍ نښه شي، نو ته ددوی څخه دا خبره غټه مه ګڼه، یقینا غوښتلی وپخوانیو مشرانو ددوی دموسی علیه السلام څخه غټ دهغه نه چې دوی ستا څخه غوښتلي، کله چې هغوی غوښتلي ود موسی علیه السلام څخه چې وښایې دوی ته الله تعالی ښکاره، نو ونیول دوی لره چیغی (تندر) چې سزا وه ددوی لپاره په سبب دهغه ګناه چې دوی کړې وه، بیا الله تعالی بیرته راژوندي کړل، نو بیا يې دسخې بندګي شروع کړه پرته له الله تعالی څخه وروسته دهغه نه چې راغلی ودوی ته ښکاره دلیلونه چې دلالت کوونکي وپه یواځې والي دالله تعالی او په یواځي ګڼلو دهغه په ربوبیت او الوهیت کې، بیا مونږ بخښنه وکړه دوی ته، او ورموکړه موسی علیه السلام ته ښکاره غلبه په خپل قوم باندې
وَرَفَعْنَا فَوْقَهُمُ ٱلطُّورَ بِمِيثَـٰقِهِمْ وَقُلْنَا لَهُمُ ٱدْخُلُوا۟ ٱلْبَابَ سُجَّدًۭا وَقُلْنَا لَهُمْ لَا تَعْدُوا۟ فِى ٱلسَّبْتِ وَأَخَذْنَا مِنْهُم مِّيثَـٰقًا غَلِيظًۭا ﴿١٥٤﴾
ميثقا غليظا او پورته کړی ومونږ دپاسه ددوی نه غر په سبب داخیستلو دمضبوط لوظ چې تاکید کوونکی وپه هغوی لپاره دویرولو چې عمل وکړي په هغه څه چې په دې کې وو، او مونږ وویل دوی ته وروسته دپورته کولو دغر څخه: ننوځئ تاسو دروازې دبیت المقدس ته سجده کوونکې په ټیټولو دسرونو، نو دوی ننوتل په داسې حال کې ښویدل په خپلو کوناټو باندې، او مونږ وویل دوی ته: تاسو تیری مه کوئ په کولو دښکار سره په ورځ دخالي (شنبې) کې، نو نه وو ددوی څخه مګر دا چې تیری یې وکړ او ښکار یې وکړ، او مونږ اخیستی وپه دوی باندې سخت مضبوط لوظ په دې خبرې سره، نو دوی مات کړ هغه لوظ چې ددوی څخه اخیستلی شوی و
فَبِمَا نَقْضِهِم مِّيثَـٰقَهُمْ وَكُفْرِهِم بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ وَقَتْلِهِمُ ٱلْأَنۢبِيَآءَ بِغَيْرِ حَقٍّۢ وَقَوْلِهِمْ قُلُوبُنَا غُلْفٌۢ ۚ بَلْ طَبَعَ ٱللَّهُ عَلَيْهَا بِكُفْرِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُونَ إِلَّا قَلِيلًۭا ﴿١٥٥﴾
بكفرهم فلا يؤمنون إلا قليلا هغوی مو له خپلې لورېينې لېرې کړل، ځکه هغوی خپله ټينګه ژمنه ماته کړه، دالله له آيتونو يې نټه وکړه، دنبيانو دوژلو جرئت يې وکړ او محمد صلی الله عليه وسلم ته يې وويل: زموږ زړونه په داسې پرده کې دي چې ستا وينا نه اوري، خو چاره داسې نه وه لکه هغوی چې ويل، بلکې الله دهغوی دکفر له امله دهغوی پر زړونو مهر ولګاوه چې هيڅ ښېګڼه نه ورته رسيږي؛ نو ډېر لږ داسې ايمان راوړي چې ګټه ورته نه رسوي. وبكفرهم وقولهم عل مريمبهتنا عظيما
وَبِكُفْرِهِمْ وَقَوْلِهِمْ عَلَىٰ مَرْيَمَ بُهْتَـٰنًا عَظِيمًۭا ﴿١٥٦﴾
او مونږ دوی دخپل رحمت څخه وشړل په سبب دکفر ددوی او په سبب دویشتلو ددوی مریم علیها السلام لره په بدکارۍ (زنا) باندې په دروغو او بهتان سره
وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا ٱلْمَسِيحَ عِيسَى ٱبْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ ٱللَّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَـٰكِن شُبِّهَ لَهُمْ ۚ وَإِنَّ ٱلَّذِينَ ٱخْتَلَفُوا۟ فِيهِ لَفِى شَكٍّۢ مِّنْهُ ۚ مَا لَهُم بِهِۦ مِنْ عِلْمٍ إِلَّا ٱتِّبَاعَ ٱلظَّنِّ ۚ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًۢا ﴿١٥٧﴾
او مونږ لعنت کړی په دوی (د خپل رحمت څخه مو شړلي) په سبب دوینا ددوی چې فخر کوونکي دي په دروغو سره: یقینا مونږ وژلی مسیح عیسی ځوی دمریم چې دالله تعالی رسول دی. او حال دا چې نه ووژلی دوی هغه لره لکه څرنګه چې دوی دعوی کوي او نه يې په دار کړی و، لیکن یو سړی یې وژلی وچې الله تعالی په هغه باندې دعیسی علیه السلام شکل اچولی وو او هغه يې په دار کړی و، نو دوی دا ګمان وکړ چې دا وژل شوی کس عیسی علیه السلام دی. او هغو کسانو چې دعیسی علیه السلام دقتل دعوی یې کړې وه دیهودیانو څخه او هغو کسانو چې دوی ته سپارلی وله نصاراو څخه، دواړه ډلې په حیرانتیا کې دي دحال دهغه نه او په شک کې دي، نو نشته دوی لره په عیسی علیه السلام باندې څه علم، بلکه دوی دګمان تابعداري کوي، او بیشکه ګمان چې دی نشې بی حاجته کولی دحق څخه هیڅ شي، او دوی نه وو وژلی عیسی علیه السلام، او هیڅکله يې په دار کړی هم نه و. مخ ۲۹ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
بَل رَّفَعَهُ ٱللَّهُ إِلَيْهِ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًۭا ﴿١٥٨﴾
بلکه خلاص کړی دی الله تعالی عیسی علیه السلام ددوی دچل څخه، او پورته کړی الله تعالی هغه خپل ځان ته په بدن او روح سره، او دی الله تعالی زورور په خپله بادشاهۍ کې، هیڅوک پرې نشې غالب کیدلی، حکمت والا دی په خپل تدبیر او قضا او شرع کې
وَإِن مِّنْ أَهْلِ ٱلْكِتَـٰبِ إِلَّا لَيُؤْمِنَنَّ بِهِۦ قَبْلَ مَوْتِهِۦ ۖ وَيَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ يَكُونُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًۭا ﴿١٥٩﴾
او نشته هیڅ یو کس داهل کتابو څخه مګر خامخا ایمان به راوړي په عیسی -علیه السلام- باندې وروسته دراښکته کیدلو دهغه نه په اخر وخت کې مخکې دهغه له مرګ څخه، او په ورځ دقیامت به وي عیسی -علیه السلام- ګواهي کوونکی دهغوی په عملونو؛ چې کوم دهغې نه دشرعې سره برابر وو او کوم دشرعې مخالف وو
فَبِظُلْمٍۢ مِّنَ ٱلَّذِينَ هَادُوا۟ حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ طَيِّبَـٰتٍ أُحِلَّتْ لَهُمْ وَبِصَدِّهِمْ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ كَثِيرًۭا ﴿١٦٠﴾
نو په سبب دظلم دیهودیانو مونږ حرام کړی وو په دوی باندې ځینې له پاکو خوراکونو څخه هغه چې حلال وو ددوی لپاره، نو مونږ حرام کړل په دوی باندې هر یو نوک لرونکی (ځناور)، او له غوایانو او ګډو(میږو) څخه مو حرامې کړلې په دوی باندې وازدې دهغې مګر هغه وازده چې بار کړي وي شاګانو ددی څارویو، او په سبب دبندولو ددوی خپل نفسونو لره او بندولو ددوی نورو خلکو لره دالله تعالی له لا رې څخه، تر دې چې خیر ښېګڼې څخه مخنیوی کول ددوی خوی او خصلت وګرځیدل
وَأَخْذِهِمُ ٱلرِّبَوٰا۟ وَقَدْ نُهُوا۟ عَنْهُ وَأَكْلِهِمْ أَمْوَٰلَ ٱلنَّاسِ بِٱلْبَـٰطِلِ ۚ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَـٰفِرِينَ مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًۭا ﴿١٦١﴾
او په سبب ددوی دمعاملې کولو په سود سره وروسته له هغه څخه چې الله تعالی يې دورکولو اخیستلو څخه منع کړي وو، او په سبب داخیستلو دمالونو دخلکو په غیر دشرعي حق څخه، او تیار کړی مونږ کافرانو لره ددوی څخه عذاب دردناک
لَّـٰكِنِ ٱلرَّٰسِخُونَ فِى ٱلْعِلْمِ مِنْهُمْ وَٱلْمُؤْمِنُونَ يُؤْمِنُونَ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ ۚ وَٱلْمُقِيمِينَ ٱلصَّلَوٰةَ ۚ وَٱلْمُؤْتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَٱلْمُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ أُو۟لَـٰٓئِكَ سَنُؤْتِيهِمْ أَجْرًا عَظِيمًا ﴿١٦٢﴾
و لیکن پاخه خلک چې مضبوط دي په علم کې له یهودیانو څخه، او مومنان خلک تصدیق کوي په هغه کتاب چې نازل شوی دی تاته -ای پیغمبره- له قران څخه، او تصدیق کوي په هغه چې نازل شوي دي له کتابونو څخه ستا څخه مخکې پیغمبرانو باندې لکه تورات او انجیل، او قایموي لمانځه لره، او ورکوي دخپلو مالونو زکاتونه، او تصدیق کوي په الله تعالی باندې چې لایق دعبادت دی یواځې هیڅ شریک ورله نشته، او تصدیق کوي په ورځ دقیامت؛ دغه کسان چې دا صفتونه لري زر دی چې وربه کړو مونږ دوی ته ثواب لوی
۞ إِنَّآ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ كَمَآ أَوْحَيْنَآ إِلَىٰ نُوحٍۢ وَٱلنَّبِيِّـۧنَ مِنۢ بَعْدِهِۦ ۚ وَأَوْحَيْنَآ إِلَىٰٓ إِبْرَٰهِيمَ وَإِسْمَـٰعِيلَ وَإِسْحَـٰقَ وَيَعْقُوبَ وَٱلْأَسْبَاطِ وَعِيسَىٰ وَأَيُّوبَ وَيُونُسَ وَهَـٰرُونَ وَسُلَيْمَـٰنَ ۚ وَءَاتَيْنَا دَاوُۥدَ زَبُورًۭا ﴿١٦٣﴾
ى اې رسوله پرته له شکه تاته مو همداسې وحي وکړه لکه له تا مخکې نبيانو ته مو چې کړې وه، نو ته له رسولانو کوم نوی نه يې، نوح ته مو وحي وکړه، او هغو نبيانو ته مو وحي وکړه چې له هغه وروسته راغلي وو، ابراهيم او دهغه زامنو اسماعيل او اسحاق ته او داسحاق زوی یعقوب ته او اسباط هغو نبيانو ته مو وحي وکړه چې دبني اسرائيلو په دوولسو قبيلو کې ديعقوب عليه السلام له زامنو څخه وو، عيسی، ایوب، يونس، هارون او سليمان ته مو وحي وکړه او داود ته مو زبور کتاب ورکړ
وَرُسُلًۭا قَدْ قَصَصْنَـٰهُمْ عَلَيْكَ مِن قَبْلُ وَرُسُلًۭا لَّمْ نَقْصُصْهُمْ عَلَيْكَ ۚ وَكَلَّمَ ٱللَّهُ مُوسَىٰ تَكْلِيمًۭا ﴿١٦٤﴾
او لیږلي وو مونږ نور پیغمبران چې مونږ يې احوال په تاباندې په قران کریم کې ذکر کړي، او لیږلي مو دي نور پیغمبران چې مونږ دهغوی احوال (قصې) تاته نه دي ذکر کړي، او مونږ دهغوی نه یادول دحکمت دوجې پریښې، او خبرې کړې الله تعالی موسی -علیه السلام- سره په پیغمبرۍ -په غیر دواسطې څخه- خبرې حقیقې چې څنګه دالله رب العزت دشان سره مناسب دي چې دا عزت وو دموسی -علیه السلام- لپاره. مخ ۳۰ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
رُّسُلًۭا مُّبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى ٱللَّهِ حُجَّةٌۢ بَعْدَ ٱلرُّسُلِ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًۭا ﴿١٦٥﴾
مونږ لیږلی وو دا پیغمبران زیری ورکوونکي په ښایسته ثواب سره دهغه چا لپاره چې په الله تعالی یې ایمان راوړی، او ویره ورکوونکي دهغه چا لپاره چې په هغه یې کفر کړی دعذاب دردناک څخه، تر دې چې نشې دخلکو لپاره څه دلیل (بهانه) په الله تعالی باندې وروسته دلیږلو دپیغمبرانو څخه چې هغه عذر کې پیش کوي، او دی الله تعالی زورور په خپله بادشاهۍ کې حکمت والا دی په خپله فیصله او قضا کې
لَّـٰكِنِ ٱللَّهُ يَشْهَدُ بِمَآ أَنزَلَ إِلَيْكَ ۖ أَنزَلَهُۥ بِعِلْمِهِۦ ۖ وَٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ يَشْهَدُونَ ۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ شَهِيدًا ﴿١٦٦﴾
که چیرته یهودیان کفر کوي په تا باندې نوبیشکه الله تعالی ستا تصدیق کوي په صحت (رښتینوالي) دهغه څه چې تاته راغلي -ای پیغمبره- دقران کریم څخه، رالیږلی یې دی په دې کې خپل هغه علم چې غوښتل یې چې خبر کړي په دې باندې خپل بندګان دهغه څه نه چې خوښ یې ګڼې او راضی کیږی پرې او یا یې بد ګڼې او رد کوی یې، او ملایکې هم ګواهي کوي په رښتینولۍ دهغه څه چې تا پرې راتګ کړی سره دګواهۍ دالله تعالی، او کافي دی الله تعالی ګواهي کوونکی، نو دهغه ګواهي کافی ده دنورو خلکو له ګواهۍ څخه
إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَصَدُّوا۟ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ قَدْ ضَلُّوا۟ ضَلَـٰلًۢا بَعِيدًا ﴿١٦٧﴾
بیشکه هغه کسان چې کفر یې کړی ستا په پیغمبرۍ، او خلک یې بند کړي له اسلام څخه بیشکه لرې شوي دحق څخه په لري والي ډیر سره
إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَظَلَمُوا۟ لَمْ يَكُنِ ٱللَّهُ لِيَغْفِرَ لَهُمْ وَلَا لِيَهْدِيَهُمْ طَرِيقًا ﴿١٦٨﴾
بیشکه هغه کسان چې کفر یې کړی په الله تعالی او دهغه په پیغمبرانو، او ظلم یې کړی په خپلو ځانونو په پاتې کیدلو دهغې په کفر باندې، نه دی الله تعالی چې وبخي دوی ته څه چې دوی پکې دې دکفر څخه، او نه دی چې وروبه ښایې دوی ته داسې لا ر چې دوی دالله تعالی دعذاب څخه خلاص کړي
إِلَّا طَرِيقَ جَهَنَّمَ خَـٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًۭا ۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرًۭا ﴿١٦٩﴾
مګر (روانه وي به دوی) په هغه لا ر چې رسیدونکې ده جهنم ته تل به وي دوی په دې کې همیشه، او دی دا کار په الله تعالی باندې اسان، نو پس هغه لره نشې عاجز کولی هیڅ شي
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ قَدْ جَآءَكُمُ ٱلرَّسُولُ بِٱلْحَقِّ مِن رَّبِّكُمْ فَـَٔامِنُوا۟ خَيْرًۭا لَّكُمْ ۚ وَإِن تَكْفُرُوا۟ فَإِنَّ لِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًۭا ﴿١٧٠﴾
ای خلکو بیشکه راغلی تاسو ته پیغمبر محمد -صلی الله علیه وسلم- په هدایت او حق دین سره دالله تعالی له طرفه، نو ایمان راوړئ په هغه څه چې هغه تاسو ته راوړي دا به غوره وي تاسو لره په دنیا او اخرت کې، او که چیرته تاسو کفر وکړئ په الله تعالی نو بیشکه الله تعالی بی حاجته دي ستاسو دایمان څخه، او هیڅ ضرر نشې رسولی هغه ته ستاسو کفر کول، ځکه چې دهغه لپاره دی اختیار دهغه څه چې په اسمانونو کې دي، او دهغه لپاره دی اختیار دهغه څه چې په ځمکه کې دي او دهغه څه چې ددی دواړو ترمنځ دي، او دی الله تعالی پوهه په هغه چا چې مستحق وي دهدایت نو اسانوی يې ورته، او په هغه چا هم پوهه دې چې مستحق يې نه وي نو پټوي يې دهغه څخه، حکمت والا دی په خپلو ویناګانو او کارونو کې او په خپلی شرع او تقدیر کې
يَـٰٓأَهْلَ ٱلْكِتَـٰبِ لَا تَغْلُوا۟ فِى دِينِكُمْ وَلَا تَقُولُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ إِلَّا ٱلْحَقَّ ۚ إِنَّمَا ٱلْمَسِيحُ عِيسَى ٱبْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ ٱللَّهِ وَكَلِمَتُهُۥٓ أَلْقَىٰهَآ إِلَىٰ مَرْيَمَ وَرُوحٌۭ مِّنْهُ ۖ فَـَٔامِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦ ۖ وَلَا تَقُولُوا۟ ثَلَـٰثَةٌ ۚ ٱنتَهُوا۟ خَيْرًۭا لَّكُمْ ۚ إِنَّمَا ٱللَّهُ إِلَـٰهٌۭ وَٰحِدٌۭ ۖ سُبْحَـٰنَهُۥٓ أَن يَكُونَ لَهُۥ وَلَدٌۭ ۘ لَّهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۗ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِيلًۭا ﴿١٧١﴾
ته ووایه -ای پیغمبره- نصاراو ته چې دانجیل والا دي: تاسو په خپل دین کې دحد څخه تیری مه کوئ، او مه وايې په الله تعالی باندې دعیسی -علیه السلام- باره کې مګر دحق خبره، بیشکه مسیح زوی دمریم دالله تعالی پیغمبر دی رالیږلی یې دی په رښتیا سره (لپاره دښکاره کولو دحق)، پیداکړی یې دی په خپلې هغې مخ ۳۱ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر کلمې چې جبریل علیه السلام یې پرې رالیږلی وو مریم ته، او هغه دا خبره وه: کن (شه)، نو پیدا شو، او دا یو پوکی وو دالله تعالی له طرفه چې پوکلی وو جبریل علیه السلام دالله تعالی په امر، نو تاسو ایمان راوړئ په الله تعالی او دهغه په ټولو پیغمبرانو پرته دجداوالې نه دهغوی ترمنځ، او تاسو مه وايئ: چې دعبادت لایق (معبودان) درې دي، منع شئ ددې دروغجنې او فاسدې وینا څخه دا منع کیدل به غوره وي تاسو لره په دنیا او اخرت کې، بیشکه الله تعالی یوازې حقدار دبندګۍ دی پاک دی دشریک او زوی څخه، او هغه بی حاجته ذات دی، دهغه لپاره دی اختیار داسمانونو او اختیار دځمکې او اختیار دهغه څه چې ددې دواړو ترمنځ دي، او بس (کافي) دی الله تعالی کار چلوونکی او کار جوړوونکی دهغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي
لَّن يَسْتَنكِفَ ٱلْمَسِيحُ أَن يَكُونَ عَبْدًۭا لِّلَّهِ وَلَا ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ ٱلْمُقَرَّبُونَ ۚ وَمَن يَسْتَنكِفْ عَنْ عِبَادَتِهِۦ وَيَسْتَكْبِرْ فَسَيَحْشُرُهُمْ إِلَيْهِ جَمِيعًۭا ﴿١٧٢﴾
فسيح شرهم إ ليه جميعا بد نه ګڼي عیسی زوی دمریم او نه ځان بندوي ددې خبری نه چې دا دې دالله تعالی بنده وي، او نه (بد ګڼې) هغه ملایکې چې الله تعالی ځان ته نزدې کړي، او د هغوی مرتبه یې اوچته کړې چې دوی دې دالله تعالی بندګي کوونکي وي، نو څرنګه تاسو عیسی -علیه السلام- دعبادت وړ ګڼئ؟! او څرنګه مشرکان خلک ملایکو لره دعبادت مستحقې ګڼي؟! او چا چې دالله تعالی دعبادت څخه سرغړونه وکړه، او دهغه څخه یې ځان اوچت وګاڼه نو بیشکه الله تعالی به خامخا راجمع کړي ټول خلک خپل طرف ته دقیامت په ورځ، او بدله به ورکړي هر چاته چې دڅه شې مستحق وي
فَأَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ فَيُوَفِّيهِمْ أُجُورَهُمْ وَيَزِيدُهُم مِّن فَضْلِهِۦ ۖ وَأَمَّا ٱلَّذِينَ ٱسْتَنكَفُوا۟ وَٱسْتَكْبَرُوا۟ فَيُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا أَلِيمًۭا وَلَا يَجِدُونَ لَهُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ وَلِيًّۭا وَلَا نَصِيرًۭا ﴿١٧٣﴾
نو هغه کسان چې ایمان یې راوړی دی په الله تعالی او تصدیق یې کړی دهغه دپیغمبرانو، او عملونه یې کړي نیک عملونه خالص دالله تعالی لپاره دهغه دشرعې موافق، نو خامخا ورکوي به ورته پوره پوره ثوابونه دهغوی دعملونو چې هیڅ به ترې نشې کمیدلی، او خامخا زیاتي به ورکوي سره ددې نه دخپل فضل او مهربانۍ څخه، او هر هغه کسان چې مخ یې اړولی دالله تعالی دعبادت او تابعدارۍ څخه او لویي او تکبر یې کړی، نو عذاب به ورته ورکړي عذاب دردناک، او پیدا به نه کړي دالله تعالی نه بغیر څوک چې دوستانه ورسره وکړي نو فایده ورته ورسوي، او پیدا به نه کړي څوک مددګار چې ضرر به ترې دفع کړي
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ قَدْ جَآءَكُم بُرْهَـٰنٌۭ مِّن رَّبِّكُمْ وَأَنزَلْنَآ إِلَيْكُمْ نُورًۭا مُّبِينًۭا ﴿١٧٤﴾
ای خلکو! په تحقیق سره راغلی تاسو ته ستاسو درب له طرفه ښکاره دلیل چې هر قسم بهانه ختموي او هر قسم شبه لرې کوي -او هغه محمد صلی الله علیه وسلم دی- او رالیږلي مونږ تاسو ته واضحه (ښکاره) رڼا، او هغه دا قران کریم دی
فَأَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِٱللَّهِ وَٱعْتَصَمُوا۟ بِهِۦ فَسَيُدْخِلُهُمْ فِى رَحْمَةٍۢ مِّنْهُ وَفَضْلٍۢ وَيَهْدِيهِمْ إِلَيْهِ صِرَٰطًۭا مُّسْتَقِيمًۭا ﴿١٧٥﴾
نو پس هغه کسان چې ایمان یې راوړی په الله تعالی او په قران کریم یې منګولې لګولې هغه قران چې ددوی په پیغمبر نازل شوی نو خامخا الله تعالی به پرې رحم وکړي په ننباسلو سره جنت ته، او زیات به کړي ورله ثواب او لوړې درجې په جنت کې، او توفیق به ورکړي دتللو په نیغې لا رې هغه چې هیڅ کوږوالی پکې نشته، او هغه تلپاتې جنتونو ته درسیدولا ر ده
يَسْتَفْتُونَكَ قُلِ ٱللَّهُ يُفْتِيكُمْ فِى ٱلْكَلَـٰلَةِ ۚ إِنِ ٱمْرُؤٌا۟ هَلَكَ لَيْسَ لَهُۥ وَلَدٌۭ وَلَهُۥٓ أُخْتٌۭ فَلَهَا نِصْفُ مَا تَرَكَ ۚ وَهُوَ يَرِثُهَآ إِن لَّمْ يَكُن لَّهَا وَلَدٌۭ ۚ فَإِن كَانَتَا ٱثْنَتَيْنِ فَلَهُمَا ٱلثُّلُثَانِ مِمَّا تَرَكَ ۚ وَإِن كَانُوٓا۟ إِخْوَةًۭ رِّجَالًۭا وَنِسَآءًۭ فَلِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ ٱلْأُنثَيَيْنِ ۗ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمْ أَن تَضِلُّوا۟ ۗ وَٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌۢ ﴿١٧٦﴾
إ ه ه تپوس کوي ستا څخه -ای پیغمبره!- چې دوی لره فتوی ورکړي په باره دمیراث دکلالې (میرات) کې، او دا هغه کس دی چې مړ شي او نه یې پلار وي او نه یې اولاد، ته ورته ووایه: الله تعالی بیانوي حکم ددې باره کې: که چیرته مړ شي یو کس چې نه وي دهغه لپاره پلار او نه زوی، او دهغه لپاره وي سکه خور او يا دپلار دطرفه خور (علاتي خور) نو ددې لپاره دی نیم دهغه مال څخه چې ورور یې پریښې دفرض (مقررې برخې) په ډول، او ددې سکه ورور او یا دپلار له طرفه ورور (علاتي ورور) میراث وړي دهغه مال څخه چې پریښی دی دتعصیب په ډول که چیرته ددې سره صاحب فرض (د مقررې برخې) والا څوک نه وي، که چیرته ورسره دمقرر برخې والا وارث وي نو ددې څخه وروسته به باقي مال په میراث کې اخلي، نو که چیرته زیاتې وې سکه خویندې او یا علاتي خویندې -چې دوه یا د مخ ۳۲ له ۳۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر دوو څخه زیاتې وې- نو میراث به اخلي دوې دوه په دری برخه دټول مال دفرض (مقررې برخې) په ډول، او که چیرته وو سکه وروڼه (او خویندې) او یا علاتي وروڼه (او خویندې) چې په دوی کې نارینه او زنانه وي نو بیا به میراث دتعصیب په ډول اخلې ددې قاعدې مطابق: (چې نارینه لره به وي په شان دبرخې ددوو زنانو) داسې چې هر یو نارینه لره به دزنانه دبرخې دوه چنده ورکیدی شي. بیانوي الله تعالی تاسو ته دکلالې (میرات) حکم او نور دمیراث احکام ددې لپاره بیانوي چې تاسو په دې کې ګمراه نشئ، او الله تعالی په هر څه باندې پوهه دی، هیڅ شی په هغه باندې پټ نشي پاتی کیدلی. مخ ۳۳ له ۳۳ moc.hgelp