کورتفسیرآل عمران (٣)

تفسیر آل عمران — Aal-i-Imraan (3)

مدني · ٢٠٠ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

الٓمٓ ﴿١﴾

(الم) دا مقطعات (پرې شوي) حروف دي، ددې په څېر مخکې دالبقره په سورت کې تېر شوي، او په دې کې دعربو ناتوانۍ ته اشاره ده چې ددې قرآن په څېر څه راوړي، سره لدې چې قرآن کریم هم دداسې حروفو څخه جوړ شوی په کومو چې دا سورت پېل شوی، او دهمدې حروفو څخه دوی خپلې خبرې هم جوړوي

ٱللَّهُ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ٱلْحَىُّ ٱلْقَيُّومُ ﴿٢﴾

الله تعالی هغه ذات دی چې له ده پرته په حق سره دعبادت وړ بل څوک نشته، ژوندی دی په بشپړ ژوند سره چې نه مرګ لري او نه کمی، سمبالوونکی دی هغه چې په خپل ذات ولاړ دی او دټولو مخلوقاتو څخه بې پروا دی، او ټول مخلوقات پر ده ولاړ دي، لده څخه په هېڅ حالت کې نشي بې پروا کېدلی

نَزَّلَ عَلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبَ بِٱلْحَقِّ مُصَدِّقًۭا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَأَنزَلَ ٱلتَّوْرَىٰةَ وَٱلْإِنجِيلَ ﴿٣﴾

مِن قَبْلُ هُدًۭى لِّلنَّاسِ وَأَنزَلَ ٱلْفُرْقَانَ ۗ إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌۭ شَدِيدٌۭ ۗ وَٱللَّهُ عَزِيزٌۭ ذُو ٱنتِقَامٍ ﴿٤﴾

نازل کړی یې دی پر تا -ای پېغمبره- قرآن چې رښتیا ویونکی دی په خبر ورکولو کې او انصاف کوونکی دی په پرېکړو کې، دمخکینیو الهي کتابونو سره موافق دی، د دې تر منځ هېڅ ټکر نشته، او نازل کړی یې دی تورات په موسی علیه السلام، او انجیل په عیسی علیه السلام، مخکې له نازلولو دقرآن کریم څخه پر تا، او دا ټول الهي کتابونه خلکو ته دهغوی ددین او دنیا دسمون هدایت اولا رښونه ده، او نازل کړی یې دی فرقان (توپير کوونکی) په کوم چې حق له باطل څخه پېژندل کېږي او هدایت له ګمراهۍ څخه، او هغه کسان چې دالله تعالی په هغو آیاتونو چې پر تا یې نازل کړي کفر کوي، دوی لپاره سخت عذاب دی، او الله تعالی برلاسی دی هېڅ پرې غالب کیدلای نشي، دهغه چا څخه انتقام (کسات) اخیستلو څښتن دی چې دده پېغمبران یې دروغجن ګڼلي او دده دامر مخالفت یې کړی

إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَخْفَىٰ عَلَيْهِ شَىْءٌۭ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَا فِى ٱلسَّمَآءِ ﴿٥﴾

ى بیشکه له الله تعالی هېڅ شی نه په ځمکه کې او نه په اسمان کې پټېدلای شي، په تحقیق سره راګیر کړی علم او پوهې دالله تعالی ټولو شیانو لره که پټ دی اوکه ښکاره دی

هُوَ ٱلَّذِى يُصَوِّرُكُمْ فِى ٱلْأَرْحَامِ كَيْفَ يَشَآءُ ۚ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ ﴿٦﴾

هغه ذات چې تاسو دمېندو په خیټو کې په مختلفو شکلونو چې وغواړي پېدا کوي، نارینه یا ښځینه، ښایسته یا بد رنګ، سپین یا تور، نشته معبود په حق سره پرته له ده، برلاسی دی چې نه کوز لا سی کېږي، ځېرک دی په خپل پېدایښت، تدبیر او شریعت کې

هُوَ ٱلَّذِىٓ أَنزَلَ عَلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبَ مِنْهُ ءَايَـٰتٌۭ مُّحْكَمَـٰتٌ هُنَّ أُمُّ ٱلْكِتَـٰبِ وَأُخَرُ مُتَشَـٰبِهَـٰتٌۭ ۖ فَأَمَّا ٱلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِمْ زَيْغٌۭ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَـٰبَهَ مِنْهُ ٱبْتِغَآءَ ٱلْفِتْنَةِ وَٱبْتِغَآءَ تَأْوِيلِهِۦ ۗ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُۥٓ إِلَّا ٱللَّهُ ۗ وَٱلرَّٰسِخُونَ فِى ٱلْعِلْمِ يَقُولُونَ ءَامَنَّا بِهِۦ كُلٌّۭ مِّنْ عِندِ رَبِّنَا ۗ وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّآ أُو۟لُوا۟ ٱلْأَلْبَـٰبِ ﴿٧﴾

هغه ذات دی چې پر تا -ای پېغمبره- یې قرآن نازل کړی، له هغه نه څه آیتونه څرګندې معناوې لري، هېڅ ګډوډی نلري، چې بنسټ دکتاب او زیاتره همدا دي، او همدې ته داختلاف پر مهال ورګرځېدل کېږي، او له دې څخه نور آیتونه دي چې دګڼو معناګانو احتمال لري، په ډېرو خلکو یې معنا ګډوډېږي، پس هغه کسان چې دهغوی په زړونو کې دحق څخه کوږوالی وي نو محکم پرېږدي، او داحتمال والا متشابه رانیسي؛ پدې سره دشبهاتو را پارول او دخلکو ګمراه کول غواړي، او پدې سره دخپلو خواهشاتو پر بنسټ اصلي معنا دخپل فاسد مذهب سره سمه راوباسي، او ددې آیتونو حقیقي معنا او پایلې باندې یوازې الله تعالی پوهېږي، او پاخه په علم کې قوي خلک وایي: مونږ په ټول قرآن باور لرو؛ ځکه ټول زمونږ درب لخوا دی، او متشابه آیتونه دمحکمو په رڼا کې تفسیروي. او پند نه اخلي مګر د روغو عقلونو خاوندان یې اخلي. مخ ۱ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

رَبَّنَا لَا تُزِغْ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا وَهَبْ لَنَا مِن لَّدُنكَ رَحْمَةً ۚ إِنَّكَ أَنتَ ٱلْوَهَّابُ ﴿٨﴾

او دا (په علم کې) پاخه وایي: ای ربه زمونږ! زمونږ زړونه دحق څخه مه کږوه پس لدې چې ته راته لا رښوونه وکړې، او وساتې مونږ له هغه څه نه چې دحق څخه کاږه شوي خلکو ته رسېدلي، او راکړې مونږ ته له خپل لوري څخه پراخه رحمت چې زړونه مو پرې هدایت ومومي، او له بې لا ریتوب څخه مو وساتي، بېشکه ته -ای ربه زمونږ- بخښونکی دډېرې ورکړې یې

رَبَّنَآ إِنَّكَ جَامِعُ ٱلنَّاسِ لِيَوْمٍۢ لَّا رَيْبَ فِيهِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُخْلِفُ ٱلْمِيعَادَ ﴿٩﴾

ای زمونږ ربه! بېشکه زر دی چې ته به ټول خلک ځان ته ددوی څخه دحساب اخیستلو لپاره راټول کړې په داسې ورځ چې هېڅ شک پکې نشته، پس دا ورځ له شک پرته راتلونکې ده، بېشکه ته -ای زمونږ ربه- دژمنې خلاف نه کوې

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَن تُغْنِىَ عَنْهُمْ أَمْوَٰلُهُمْ وَلَآ أَوْلَـٰدُهُم مِّنَ ٱللَّهِ شَيْـًۭٔا ۖ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمْ وَقُودُ ٱلنَّارِ ﴿١٠﴾

بیشکه هغه کسان چې په الله او دهغه پر پېغمبرانو یې کفر کړی دی، ددوی مالونه او اولادونه به دوی څخه دالله عذاب بند نه کړای شي، نه په دنیا کې او نه په آخرت کې، او ددې صفاتو لرونکي همدوی خاشاک دي چې دقیامت په ورځ به پرې ددوزخ اور بلېږي

كَدَأْبِ ءَالِ فِرْعَوْنَ وَٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا فَأَخَذَهُمُ ٱللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ ۗ وَٱللَّهُ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ ﴿١١﴾

ددې کافرانو حال په شان دحال دتابعدارانو دفرعون دی، او دهغوی څخه مخکې کسانو چې په الله یې کفر کړی او دهغه آیتونه یې دروغ ګڼلي دی، نو الله تعالی ورته عذاب ورکړ ددوی دګناهونو له امله، او نه دوی ته خپلو مالونو څه ګټه ورسوله او نه اولادونو، او الله سخت عذاب ورکونکی دی هغو خلکو ته چې پرې کفر کوي، او دهغه آیتونه دروغ ګڼي

قُل لِّلَّذِينَ كَفَرُوا۟ سَتُغْلَبُونَ وَتُحْشَرُونَ إِلَىٰ جَهَنَّمَ ۚ وَبِئْسَ ٱلْمِهَادُ ﴿١٢﴾

ووایه -ای پېغمبره- دګڼو دینونو کافرانو ته! مومنان به تاسي مغلوبه کړي، او دکفر په حالت کې به مړه شئ، او بیا به مو ددوزخ اور ته را ټول کړي، او ډېر بد فرش دی ستاسو لپاره

قَدْ كَانَ لَكُمْ ءَايَةٌۭ فِى فِئَتَيْنِ ٱلْتَقَتَا ۖ فِئَةٌۭ تُقَـٰتِلُ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَأُخْرَىٰ كَافِرَةٌۭ يَرَوْنَهُم مِّثْلَيْهِمْ رَأْىَ ٱلْعَيْنِ ۚ وَٱللَّهُ يُؤَيِّدُ بِنَصْرِهِۦ مَن يَشَآءُ ۗ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَعِبْرَةًۭ لِّأُو۟لِى ٱلْأَبْصَـٰرِ ﴿١٣﴾

بېشکه تاسو لپاره لا رښوونه او عبرت وپه هغو دوو ډلو کې چې دبدر په ورځ دجنګ لپاره سره ونښتې، یوه ډله یې مؤمنه وه چې دپېغمبر -صلی الله علیه وسلم- او د هغه دملګرو وه، دالله په لا ر کې یې جنګ کاوه ددې لپاره چې دالله کلمه لوړه وي، او دهغو کسانو کلمه ښکته وي چې کفر یې کړی، او بله ډله کافره وه چې د مکې کافران دي، هغه کسان چې په لویۍ او ځان ښودنې او تعصب سره راوتلي وو، مؤمنانو دوی لره دځانو دوه برابره لیدل دسترګو په حقیقي لیدلو سره، نو الله تعالی دخپلو دوستانو مرسته وکړه، او الله تعالی ټینګوي په خپله مرسته چاته چې وغواړي، بېشکه په دغه کې دسترګو خاوندانو ته لوی عبرت او پند دی، چې پوه شي چې مرسته یوازې دایمان والاو په برخه ده، اګر که شمېر یې کم وي، او ماتې دباطل والاو په برخه ده اګر که شمېر یې ډېر وي

زُيِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ ٱلشَّهَوَٰتِ مِنَ ٱلنِّسَآءِ وَٱلْبَنِينَ وَٱلْقَنَـٰطِيرِ ٱلْمُقَنطَرَةِ مِنَ ٱلذَّهَبِ وَٱلْفِضَّةِ وَٱلْخَيْلِ ٱلْمُسَوَّمَةِ وَٱلْأَنْعَـٰمِ وَٱلْحَرْثِ ۗ ذَٰلِكَ مَتَـٰعُ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ۖ وَٱللَّهُ عِندَهُۥ حُسْنُ ٱلْمَـَٔابِ ﴿١٤﴾

الله تعالی خبر ورکوي چې ده ښایسته کړي خلکو ته -ازمیښت لپاره- مینه ددنیوي خوندورو شیانو: لکه ښځې، زامن، او دسرو او سپینو زرو ډېر راټول شوي مالونه، او تربیه شوي ښایسته آسونه، او داوښانو، غوایانو او پسونو څاروي، او دځمکې کرهنه، دا ټول ددنیا دژوند ګټه ده چې لږ وخت به ترې ګټه پورته کړي بیا ختمه شي، نو مومن ته نه ښایي چې دې شیانو پسې ځان وتړي، او الله سره دورتګ ښه ځای دی، چې هغه جنت دی کوم چې دآسمانونو او ځمکې په څېر پراخه دی. مخ ۲ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

۞ قُلْ أَؤُنَبِّئُكُم بِخَيْرٍۢ مِّن ذَٰلِكُمْ ۚ لِلَّذِينَ ٱتَّقَوْا۟ عِندَ رَبِّهِمْ جَنَّـٰتٌۭ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ خَـٰلِدِينَ فِيهَا وَأَزْوَٰجٌۭ مُّطَهَّرَةٌۭ وَرِضْوَٰنٌۭ مِّنَ ٱللَّهِ ۗ وَٱللَّهُ بَصِيرٌۢ بِٱلْعِبَادِ ﴿١٥﴾

ه ورته ووایه- ای پېغمبره-: آیا خبر درکړم په غوره ددې خوندونو څخه؟ دهغو کسانو لپاره چې دالله تعالی څخه دنېکو کارونو په کولو او بدو کارونو په پرېښودلو سره وېرېږي، باغونه دي چې لا ندې دماڼیو او ونو څخه یې ویالې بهېږي، تل به پکې وي چې نه به ورته مرګ رسي او نه به فنا کېږي، او دوی لپاره په دې باغونو کې جوړې دي چې په پېدایښت او خوی کې دهر ډول بدیو څخه پاکې دي، او دوی لره ددې سره دالله تعالی لخوا رضامندي ده چې پرې را غوړېږي، او هېڅکله به پرې غصه نشي، او الله تعالی لېدونکی دی دبندګانو په حالاتو، هېڅ ترې پټ ندي، او زر دی چې بدله به پرې ورکړي

ٱلَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَآ إِنَّنَآ ءَامَنَّا فَٱغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَقِنَا عَذَابَ ٱلنَّارِ ﴿١٦﴾

دجنت خاوندان همدا خلک دي چې په خپلو دعاګانو کې خپل رب ته وایي: ای زمونږه ربه بېشکه مونږ پر تا ایمان راوړی، او په هغه څه چې تا نازل کړي دي په خپلو پېغمبرانو، او مونږ ستا دشریعت پېروي کړې ده، نو وبخښه مونږ ته هغه ګناهونه چې مونږ کړې دي، او داور دعذاب څخه مو وساته

ٱلصَّـٰبِرِينَ وَٱلصَّـٰدِقِينَ وَٱلْقَـٰنِتِينَ وَٱلْمُنفِقِينَ وَٱلْمُسْتَغْفِرِينَ بِٱلْأَسْحَارِ ﴿١٧﴾

او همدوی صبر کوونکي دي دطاعاتو په کولو او دبدیو په پرېښودلو، او په هغه ازمیښتونو چې دوی ته رسي، او همدوی ريښتیني دي په ویناګانو او کړنو خپلو کې، او همدوی منونکي دي دالله تعالی په بشپړ منلو سره، او همدوی دالله په لا ر کې دخپلو مالونو خیراتوونکي دي، او همدوی بخښنه غوښتونکي دي په آخره برخه د شپې کې؛ ځکه په دغه وخت کې دعا منلو ته ډېره نږدې ده، او زړه هم دمشغولتیا څخه خالي وي

شَهِدَ ٱللَّهُ أَنَّهُۥ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ وَٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ وَأُو۟لُوا۟ ٱلْعِلْمِ قَآئِمًۢا بِٱلْقِسْطِ ۚ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ ﴿١٨﴾

الله تعالی ګواهي ورکړې چې هماغه یوازې په حق سره لمانځل شوی دی پرته له بل چا، ځکه چې شرعي او کوني نښې دالله تعالی په الوهیت دلالت کوي، او پر دې ملائکو هم ګواهي ورکړې ده، او دعلم خاوندانو هم پدې ګواهي ورکړې چې توحید خلکو ته بیانوي او ورته بلنه ورکوي، نو په لویه ګواهۍ سره ګواهي ورکوي چې دالله توحید (یووالی) دی او هغه په مخلوقاتو او شریعت کې په عدل او انصاف ولاړ دی، نشته لا ئق دعبادت پرته لده چې برلاسی دی او هېڅوک پرې برلاسه کیدلای نشي، دحکمت خاوند دی په پېدایښت دمخلوق تدبیر او شریعت کې

إِنَّ ٱلدِّينَ عِندَ ٱللَّهِ ٱلْإِسْلَـٰمُ ۗ وَمَا ٱخْتَلَفَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَـٰبَ إِلَّا مِنۢ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ ٱلْعِلْمُ بَغْيًۢا بَيْنَهُمْ ۗ وَمَن يَكْفُرْ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ فَإِنَّ ٱللَّهَ سَرِيعُ ٱلْحِسَابِ ﴿١٩﴾

ه بېشکه دالله تعالی په نزد منل شوی دین اسلام دی، چې یوازې یو الله ته دبندګۍ او تسلیمېدلو غاړه ایښودل دي. او په ټولو پېغمبرانو ایمان لرل دي تر محمد صلی الله علیه وسلم پورې، چې پرې دپېغمبرۍ سلسله ختمه شوې ده، او دهغه دشریعت پرته بل شریعت دمنلو وړ ندی، او یهودو او نصاراو په دین کې اختلاف ونکړ او ګڼې ډلې او فرقې نه شوې مګر وروسته له هغه چې پر دوی دعلم راتللو په وجه پرې حجت قائم شو، دکینې او په دنیا دحرص له کبله، او څوک چې دالله تعالی په هغو آیتونو کافر شو چې په خپل پېغمبر یې نازل کړي، نو بېشکه الله تعالی زر حساب والا دی له هغه چا څخه چې کفر یې کړی او دده پېغمبران یې دروغجن ګڼلي دي

فَإِنْ حَآجُّوكَ فَقُلْ أَسْلَمْتُ وَجْهِىَ لِلَّهِ وَمَنِ ٱتَّبَعَنِ ۗ وَقُل لِّلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَـٰبَ وَٱلْأُمِّيِّـۧنَ ءَأَسْلَمْتُمْ ۚ فَإِنْ أَسْلَمُوا۟ فَقَدِ ٱهْتَدَوا۟ ۖ وَّإِن تَوَلَّوْا۟ فَإِنَّمَا عَلَيْكَ ٱلْبَلَـٰغُ ۗ وَٱللَّهُ بَصِيرٌۢ بِٱلْعِبَادِ ﴿٢٠﴾

که چېرې دوی تا سره شخړه کوي -ای پېغمبره- دهغه حق په اړه چې پر تا نازل شوی، نو ته په ځواب کې ورته ووایه: ما او هغو کسانو چې زما تابعداري کړې ده الله ته مو غاړه ایښودې ده، او ووایه ته -ای پېغمبره- دکتاب خاوندانو او مشرکانو ته: آیا تاسو هم الله تعالی ته غاړه ايښودې ده په اخلاص او دهغه څه تابعدارۍ سره چې ما راوړي؟ نو که غاړه یې کیښودله او ستا دشریعت تابعداري یې وکړه نو دهدایت لا ر یې ونیوله، او که له اسلام څخه يې مخ واړاوه نو نشته پر تا مګر دا چې ته ورسوې دوی ته هغه څه چې ته پرې رالېږل شوی یې، او نور کار یې دالله سره دی، او هغه ښه لېدونکی دی دبندګانو، او زر دی چې هر کارمن ته به دهغه دکړنې بدله ورکړي. مخ ۳ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

إِنَّ ٱلَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ وَيَقْتُلُونَ ٱلنَّبِيِّـۧنَ بِغَيْرِ حَقٍّۢ وَيَقْتُلُونَ ٱلَّذِينَ يَأْمُرُونَ بِٱلْقِسْطِ مِنَ ٱلنَّاسِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿٢١﴾

بعذاب أليم بېشکه هغه کسان چې دالله تعالی په هغو دلایلو چې پر دوی یې نازل کړي کفر کوي، او دهغه پېغمبران په نا حقه وژني، په ظلم او زیاتۍ سره، او هغه کسان هم وژني چې دانصاف کولو امر کوي، او همدوی امر کوونکي دي په نیکیو سره منع کوونکي دي له بدیو، زېری ورکړه دې وژونکو کافرانو ته په دردناک عذاب

أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ حَبِطَتْ أَعْمَـٰلُهُمْ فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةِ وَمَا لَهُم مِّن نَّـٰصِرِينَ ﴿٢٢﴾

دا په دې صفتونو دستایل شوي خلکو عملونه برباد شوي نو دوی ترې ګټه نشي پورته کولی نه په دنیا او نه په آخرت کې، ځکه دوی په الله ایمان نه لري، او نه دوی لره څوک مرستندویان شته چې دوی له عذاب څخه بچ کړي

أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ نَصِيبًۭا مِّنَ ٱلْكِتَـٰبِ يُدْعَوْنَ إِلَىٰ كِتَـٰبِ ٱللَّهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ يَتَوَلَّىٰ فَرِيقٌۭ مِّنْهُمْ وَهُم مُّعْرِضُونَ ﴿٢٣﴾

م عرضون آیا ته نه وینې -ای پېغمبره- دهغو یهودو حال ته چې الله تعالی دوی ته یو برخه دتورات دعلم او هغه څه ورکړې وه چې ستا پر پېغمبرۍ يې دلالت کاوه، دوی دالله تعالی کتاب (تورات) ته دبېرته راګرځېدو لپاره بلل کېږي څو پرېکړه وکړي ددوی تر منځ په هغه څه کې چې دوی پکې اختلاف درلود، بیا یوه ډله ددوی دعالمانو او مشرانو څخه مخ اړوي په داسې حال کې دوی مخ اړونکي وي دحکم دهغه څخه؛ کله چې ددوی دهوسونو سره سم نه وي، او ددوی لپاره غوره دا وه -په داسې حال کې چې دوی ددې دتابعدارۍ دعوه هم لري- چې دوی دخلکو په نسبت په بیړه خپلې پرېکړې راوړي دې ته

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا۟ لَن تَمَسَّنَا ٱلنَّارُ إِلَّآ أَيَّامًۭا مَّعْدُودَٰتٍۢ ۖ وَغَرَّهُمْ فِى دِينِهِم مَّا كَانُوا۟ يَفْتَرُونَ ﴿٢٤﴾

دا اوختل او مخ اړول له حق څخه ځکه دي چې دوی به دعوه لرله چې دوی ته به دقیامت په ورځ اور نه رسي پرته له لږو ورځو، بیا به جنت ته داخل شي، نو همدې له ځان څخه جوړ شوي ګومان او دروغو او باطلو خبرو په دوکه کې واچول نو په الله تعالی او دهغه پر دین زړور شول. فكيف إذا جمعنهم ليوم لا ريب فيه ووفيت كل نفس ما كسبت وهم لا يظلمون

فَكَيْفَ إِذَا جَمَعْنَـٰهُمْ لِيَوْمٍۢ لَّا رَيْبَ فِيهِ وَوُفِّيَتْ كُلُّ نَفْسٍۢ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿٢٥﴾

نو څرنګه به وي حال او پښیمانتیا ددوی؟ زر دی چې ډېره بده به وي، کله چې مونږ دوی لره را غونډ کړو دحساب لپاره په هغه ورځ چې هېڅ شک پکې نشته چې دقیامت ورځ ده، او ور به کړل شي هر نفس ته بدله دعمل دده څومره چې وړ وي، پرته له ظلم او نیکیو کمولو، یا ګناهونو زیاتولو

قُلِ ٱللَّهُمَّ مَـٰلِكَ ٱلْمُلْكِ تُؤْتِى ٱلْمُلْكَ مَن تَشَآءُ وَتَنزِعُ ٱلْمُلْكَ مِمَّن تَشَآءُ وَتُعِزُّ مَن تَشَآءُ وَتُذِلُّ مَن تَشَآءُ ۖ بِيَدِكَ ٱلْخَيْرُ ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۭ ﴿٢٦﴾

ى ته ووایه -ای پېغمبره- پداسې حال کې چې ستایونکی او لویي کوونکی اوسې دخپل رب: ای الله ته په دنیا او آخرت کې دټولې پاچاهۍ واکمن یې، پاچاهي ورکوې چاته چې دې خوښه شي له بندګانو څخه، او اخلې یې چانه چې دې خوښه شي، او عزت ورکوې چاته چې دې خوښه شي له دوی څخه، او خواروې چاته چې وغواړې، دا ټول کارونه ستا په پرېکړه او انصاف ولاړ دي، او یوازې ستا په لا س کې ټول خیر دی، او ته په هر څه واکمن یې

تُولِجُ ٱلَّيْلَ فِى ٱلنَّهَارِ وَتُولِجُ ٱلنَّهَارَ فِى ٱلَّيْلِ ۖ وَتُخْرِجُ ٱلْحَىَّ مِنَ ٱلْمَيِّتِ وَتُخْرِجُ ٱلْمَيِّتَ مِنَ ٱلْحَىِّ ۖ وَتَرْزُقُ مَن تَشَآءُ بِغَيْرِ حِسَابٍۢ ﴿٢٧﴾

بغير حساب او ستا دقدرت له ځینو نښو څخه دا دي چې بېشکه ته شپه په ورځ کې ننباسې نو دورځې وخت اوږد شي، او ورځ په شپه کې ننباسې نو دشپې وخت اوږد شي، او ژوندی له مړي څخه را وباسې، په شان دراویستلو دمومن له کافر څخه، او فصل له تخم (دانې) څخه، او مړی له ژوندي را وباسې؛ لکه کافر له مومن څخه، او هګۍ له چرګې څخه، او پراخه روزي ورکوې چاته چې وغواړې پرته له حساب او شمېر. مخ ۴ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

لَّا يَتَّخِذِ ٱلْمُؤْمِنُونَ ٱلْكَـٰفِرِينَ أَوْلِيَآءَ مِن دُونِ ٱلْمُؤْمِنِينَ ۖ وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ فَلَيْسَ مِنَ ٱللَّهِ فِى شَىْءٍ إِلَّآ أَن تَتَّقُوا۟ مِنْهُمْ تُقَىٰةًۭ ۗ وَيُحَذِّرُكُمُ ٱللَّهُ نَفْسَهُۥ ۗ وَإِلَى ٱللَّهِ ٱلْمَصِيرُ ﴿٢٨﴾

ه مه نیسئ تاسو - ای مومنانو- کافرانو لره په دوستۍ چې مینه ورسره ولرئ او مرسته یې وکړئ پرته له مؤمنانو، او که چا دا کار وکړ نو دالله څخه بېزاره شوی او الله تعالی هم ترې بېزاره شو، مګر دا چې تاسو دهغوی دزور او پاچاهۍ لا ندې اوسئ پس په خپلو ځانونو ووېرېږئ، نو باک نشته چې ځان ترې په دې توګه وساتئ چې په خبرو او کړنو کې ورسره نرمي وکړئ او په زړونو کې مو ددوی دښمني پټه کړې وي، او الله تعالی مو له خپل ځان څخه ویروي نو ترې وویرېږئ، او دهغه غضب ته ځان مه ورمخ کوئ چې ګناهونه وکړئ، او یوازې الله تعالی ته دبندګانو ورګرځېدل دي دقیامت په ورځ څو دکړنو بدله وکړي

قُلْ إِن تُخْفُوا۟ مَا فِى صُدُورِكُمْ أَوْ تُبْدُوهُ يَعْلَمْهُ ٱللَّهُ ۗ وَيَعْلَمُ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۗ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۭ ﴿٢٩﴾

شىء قدير ورته ووایه -ای پېغمبره-: که چېرې تاسو پټ کړئ هغه څه چې ستاسو په سینو کې دي له هغه څه څخه چې تاسو ترې منع شوي یاست لکه دکافرانو سره دوستي کول، او یا یې ښکاره کړئ، الله پرې پوهېږي، او هېڅ شی ترې نشي پټېدلای، او پوهېږي په هغه څه چې په آسمانونو کې دي او ځمکه کې دي، او الله تعالی په هر څه واکمن دی، هېڅ یې نه شي عاجز کولی

يَوْمَ تَجِدُ كُلُّ نَفْسٍۢ مَّا عَمِلَتْ مِنْ خَيْرٍۢ مُّحْضَرًۭا وَمَا عَمِلَتْ مِن سُوٓءٍۢ تَوَدُّ لَوْ أَنَّ بَيْنَهَا وَبَيْنَهُۥٓ أَمَدًۢا بَعِيدًۭا ۗ وَيُحَذِّرُكُمُ ٱللَّهُ نَفْسَهُۥ ۗ وَٱللَّهُ رَءُوفٌۢ بِٱلْعِبَادِ ﴿٣٠﴾

دقیامت په ورځ به هر کس دخپل نیک عمل سره مخ شي چې ټول به ورته راوړل شي کمی به پکې نه وي، او چا چې بد عمل کړی وي ارمان به کوي چې کاشکې دده او دهغه تر منځ لرې زمانه وای، خو څرنګه دا ارمان دده پوره کېدلای شي! او الله تعالی تاسو له خپل ځان څخه ویروي، نو دهغه غوصې ته په ګناهونو کولو سره مه مخ کېږئ، او الله پر بندګانو ډېر مهربانه دی، ځکه دوی ویروي او ډاروي

قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ ٱللَّهَ فَٱتَّبِعُونِى يُحْبِبْكُمُ ٱللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ ۗ وَٱللَّهُ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿٣١﴾

ورته ووایه -ای پیغمبره- که په ریښتیا دالله تعالی سره مینه کوئ نو دهغه څه په ښکاره او پټه تابعداري وکړئ چې ما راوړي، نو دالله تعالی مینه به ترلاسه کړئ، او ګناهونه به درته وبخښي او الله تعالی بخښونکی دی خپلو هغو بنده ګانو ته چې توبه وباسي، او پر دوی رحم کوونکی دی

قُلْ أَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَٱلرَّسُولَ ۖ فَإِن تَوَلَّوْا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ ٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿٣٢﴾

ورته ووایه -ای پېغمبره- دالله تابعداري وکړئ، او دهغه دپېغمبر تابعداري داوامرو په منلو او له نواهیو څخه ځان ساتلو باندې وکړئ، که چېرې له دې وګرځېدل نو الله تعالی هغه کافران چې دده او دده دپېغمبر دامر مخالفت کوونکي وي نه خوښوي

۞ إِنَّ ٱللَّهَ ٱصْطَفَىٰٓ ءَادَمَ وَنُوحًۭا وَءَالَ إِبْرَٰهِيمَ وَءَالَ عِمْرَٰنَ عَلَى ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٣٣﴾

بېشکه الله تعالی غوره کړی دی آدم علیه السلام نو ملائکې یې ورته په سجده کړې، او نوح یې غوره کړی دی نو لومړی رسول یې وګرځاوه دځمکې والاو ته، او ابراهیم یې غوره کړی دی نو نبوت یې دده په اولاده کې پرېښود، او دعمران اولاده یې غوره کړې؛ دا ټول الله غوره کړي او فضیلت یې ورکړی دوی ته دخپلې زمانې په خلکو

ذُرِّيَّةًۢ بَعْضُهَا مِنۢ بَعْضٍۢ ۗ وَٱللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿٣٤﴾

همدا یاد شوي پېغمبران او دهغوی اولادونه چې ددوی دلارو تابعداري یې کړې، همدوی نسلونه دي چې یو بل څخه را ښکته شوي دالله په یووالي او نیکو عملونو سره، یو له بل څخه دښو اخلاقو او غوره کړنو میراث اخیستی، او الله تعالی اورېدونکی دی دبندګانو دویناوو، پوه دی ددوی په کړنو، ځکه خو غوره کوي له دوی مخ ۵ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر څخه څوک چې وغواړي، او خوښوي له دوی څخه څوک چې وغواړي

إِذْ قَالَتِ ٱمْرَأَتُ عِمْرَٰنَ رَبِّ إِنِّى نَذَرْتُ لَكَ مَا فِى بَطْنِى مُحَرَّرًۭا فَتَقَبَّلْ مِنِّىٓ ۖ إِنَّكَ أَنتَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ ﴿٣٥﴾

یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې وویلې دعمران ښځې چې دمریم-علیهاالسلام- مور وه: ای زما ربه! بېشکه ما پر ځان لا زمه کړې وه چې کوم حمل چې زما په ګېډه دی یوازې ستا درضا لپاره وګرځوم، چې دهر کار څخه ازاد وي څو ستا او ستا دکور خدمت وکړي، نو له ما څخه دا ومنه، بېشکه همدا ته اورېدونکی یې زما د دعاء، زما په نیت پوهه یې

فَلَمَّا وَضَعَتْهَا قَالَتْ رَبِّ إِنِّى وَضَعْتُهَآ أُنثَىٰ وَٱللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا وَضَعَتْ وَلَيْسَ ٱلذَّكَرُ كَٱلْأُنثَىٰ ۖ وَإِنِّى سَمَّيْتُهَا مَرْيَمَ وَإِنِّىٓ أُعِيذُهَا بِكَ وَذُرِّيَّتَهَا مِنَ ٱلشَّيْطَـٰنِ ٱلرَّجِيمِ ﴿٣٦﴾

نو کله چې حمل پوره شو او هغه څه یې وزېږول چې دده په ګېډه کې وو، په معذرت سره یې وویل -او بېشکه دې هیله لرله چې حمل به نارینه وي-: ای ربه! ما خو ښځینه وزېږوله، او الله ښه پوهه دی په هغه څه چې زېږولی یې دی، او هغه نارینه چې دې یې هیله لرله خو په قوت او پېدایښت کې دهغې ښځېنه په څېر نه دی چې دې ته ورکړل شوه، او ما ورته دمریم نوم ورکړ، او ما دا پر تا وساتله او ددې اولاده هم دشیطان (له شر څخه)؛ چې ستا درحمت څخه شړل شوی دی

فَتَقَبَّلَهَا رَبُّهَا بِقَبُولٍ حَسَنٍۢ وَأَنۢبَتَهَا نَبَاتًا حَسَنًۭا وَكَفَّلَهَا زَكَرِيَّا ۖ كُلَّمَا دَخَلَ عَلَيْهَا زَكَرِيَّا ٱلْمِحْرَابَ وَجَدَ عِندَهَا رِزْقًۭا ۖ قَالَ يَـٰمَرْيَمُ أَنَّىٰ لَكِ هَـٰذَا ۖ قَالَتْ هُوَ مِنْ عِندِ ٱللَّهِ ۖ إِنَّ ٱللَّهَ يَرْزُقُ مَن يَشَآءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ ﴿٣٧﴾

ه پس قبوله کړه الله تعالی دهغې منخته په ښائسته قبلیدو، او ستره یې کړه په ښائسته سترېدو، او دنېکانو بندګانو زړونه یې پرې نرم کړل، او پالنه یې زکریا علیه السلام ته وسپارله، او زکریا علیه السلام به چې کله دعبادت ځای ته ورننوته نو دې سره به یې پاکه او آسانه روزي موندله، نو ورته یې وویل: ای مریمې! دا روزي له کومه کوې؟ په ځواب کې یې ورته وویل: دا روزي دالله لخوا ده، بېشکه الله پراخه او بې حسابه روزي ورکوي چاته چې وغواړي

هُنَالِكَ دَعَا زَكَرِيَّا رَبَّهُۥ ۖ قَالَ رَبِّ هَبْ لِى مِن لَّدُنكَ ذُرِّيَّةًۭ طَيِّبَةً ۖ إِنَّكَ سَمِيعُ ٱلدُّعَآءِ ﴿٣٨﴾

دغه مهال چې زکریا علیه السلام دعمران لور مریمې سره دالله تعالی لخوا ورکړل شوې روزي ولېده چې په روزۍ کې دالله تعالی دعادت او قوانینو خلاف وه؛ هیله یې پېدا شوه چې الله ورته یو زوی ورکړي په همدې حال چې عمر یې زیات دی او میرمن یې شنډه ده، نو ویې ویل: ای ربه! ما ته پاک زوی راکړه، بېشکه ته دهغه چا ددعا اورېدونکی یې چې له تا یې وغواړي، او دهغه قبلوونکی یې. ي

فَنَادَتْهُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ وَهُوَ قَآئِمٌۭ يُصَلِّى فِى ٱلْمِحْرَابِ أَنَّ ٱللَّهَ يُبَشِّرُكَ بِيَحْيَىٰ مُصَدِّقًۢا بِكَلِمَةٍۢ مِّنَ ٱللَّهِ وَسَيِّدًۭا وَحَصُورًۭا وَنَبِيًّۭا مِّنَ ٱلصَّـٰلِحِينَ ﴿٣٩﴾

پرېښتو هغه ته آواز وکړ چې هغه لمانځه ته دپورته کېدو په حالت کې و، په دې ويلو سره چې پرته له شکه الله ديو زوی زيری در کوي چې نوم به يې يحيی وي، صفت به يې دا وي چې دالله دهغې کلمې تصديق به کوي چې هغه عیسی دمريم زوی دی، دا چې هغه په ځانګړي پيدايښت سره دالله په يوه کلمه سره پيدا کړل شوی دی او دغه بچی به پر قوم يې په پوهه او عبادت کې سردار وي، له نفسي غوښتنو به ځان راګرځوونکی او بندوونکی وي چې له هغو څخه ښځو ته نېږدې کېدل هم دي او هغه به يوازې دخپل پالونکي عبادت ته فارغ وي او له نېکانو به يو نبي هم وي

قَالَ رَبِّ أَنَّىٰ يَكُونُ لِى غُلَـٰمٌۭ وَقَدْ بَلَغَنِىَ ٱلْكِبَرُ وَٱمْرَأَتِى عَاقِرٌۭ ۖ قَالَ كَذَٰلِكَ ٱللَّهُ يَفْعَلُ مَا يَشَآءُ ﴿٤٠﴾

کله چې ملائکې پر زکریا دیحیی زېری وکړ هغه مهال یې وویل: ای ربه! څرنګه به زما بچې وي پس له دې چې زه بوډا شوم، او میرمن مې شنډه ده بچی نه راوړي! الله تعالی دده دوینا په ځواب کې وویل: دیحیی علیه السلام دپېدایښت مثال ستا دزیات عمر او ستا دمېرمنې دشنډوالي سره داسې دی لکه دالله تعالی پېدایښت هر شي لره چې وغواړي دعادت خلاف پېدا کړي؛ ځکه چې الله تعالی په هر شي واکمن دی، څه چې وغواړي په خپله ځېرکتیا او پوهه یې کوي. مخ ۶ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

قَالَ رَبِّ ٱجْعَل لِّىٓ ءَايَةًۭ ۖ قَالَ ءَايَتُكَ أَلَّا تُكَلِّمَ ٱلنَّاسَ ثَلَـٰثَةَ أَيَّامٍ إِلَّا رَمْزًۭا ۗ وَٱذْكُر رَّبَّكَ كَثِيرًۭا وَسَبِّحْ بِٱلْعَشِىِّ وَٱلْإِبْكَـٰرِ ﴿٤١﴾

وویل زکریا: ای ربه! ما لپاره یو نښه وټاکه چې زما مېرمنې له ما څخه حمل اخیستی وي، الله تعالی ورته وویل: هغه نښه چې تا غوښتې داده چې: ته به دخلکو سره درې ورځې او درې شپې خبرې نشې کولای مګر په اشارې او داسې نورولا رو، پرته له دې چې تاته څه زیان رسېدلی وي، نو دالله یاد زیات کوه او پاکي یې وایه په آخر دورځې او پېل کې یې

وَإِذْ قَالَتِ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ يَـٰمَرْيَمُ إِنَّ ٱللَّهَ ٱصْطَفَىٰكِ وَطَهَّرَكِ وَٱصْطَفَىٰكِ عَلَىٰ نِسَآءِ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٤٢﴾

یاد کړه -ای پېغمبره- کله چې ملائکې وویل مریمې علیها السلام ته: بېشکه الله تعالی ته غوره کړې یې له دې کبله چې ته ستایل شوي صفتونه لرې، او ته یې له زیانونو څخه پاکه کړې یې، او غوره کړې یې ستا دزمانې پر ښځو

يَـٰمَرْيَمُ ٱقْنُتِى لِرَبِّكِ وَٱسْجُدِى وَٱرْكَعِى مَعَ ٱلرَّٰكِعِينَ ﴿٤٣﴾

ای مریمې! اوږده ودرېدل وکړه په لمانځه کې، او یوازې الله تعالی ته سجده کوه، او رکوع کوه له رکوع کوونکو نیکانو بندګانو سره

ذَٰلِكَ مِنْ أَنۢبَآءِ ٱلْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ ۚ وَمَا كُنتَ لَدَيْهِمْ إِذْ يُلْقُونَ أَقْلَـٰمَهُمْ أَيُّهُمْ يَكْفُلُ مَرْيَمَ وَمَا كُنتَ لَدَيْهِمْ إِذْ يَخْتَصِمُونَ ﴿٤٤﴾

يختص مون دایاد شوي دزکریا علیه السلام خبرونه دغیبو څخه وو چې تا ته مو وحي کړل -ای پېغمبره- او ته دهغو عالمانو او نیکانو سره نه وې کله چې دوی جګړه کوله چې څوک دمریمې دپالنې ډېر حقدار دی، تر دې چې پچې اچولو ته اړ شول نو قلمونه یې واچول، نو دزکریا علیه السلام قلم بریا وموندله

إِذْ قَالَتِ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ يَـٰمَرْيَمُ إِنَّ ٱللَّهَ يُبَشِّرُكِ بِكَلِمَةٍۢ مِّنْهُ ٱسْمُهُ ٱلْمَسِيحُ عِيسَى ٱبْنُ مَرْيَمَ وَجِيهًۭا فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةِ وَمِنَ ٱلْمُقَرَّبِينَ ﴿٤٥﴾

یاد کړه -ای پېغمبره- کله چې ملائکې وویل: ای مریمې! بېشکه الله تعالی تاته زېری درکوي دیو بچې چې پېدایښت به یې پرته له پلار څخه وي، دالله تعالی په کلمه (وینا) به وي چې ورته ووایي: (وشه) نو دالله په اجازه به بچی وي، او نوم ددې بچې به: مسیح عیسی زوی دمریمې وي، په دنیا او آخرت کې به یې ستره منزله وي، او الله تعالی ته به له نږدې خلکو وي

وَيُكَلِّمُ ٱلنَّاسَ فِى ٱلْمَهْدِ وَكَهْلًۭا وَمِنَ ٱلصَّـٰلِحِينَ ﴿٤٦﴾

او هغه به خلکو سره خبرې کوي په داسې حال کې چې وړوکی به وي دخبرو کولو مهال ته به نه وي رسېدلی، او خبرې به ورسره هم کوي چې ستر وي پوره ځواک او سړیتوب ته رسېدلی وي، دهغه څه په اړه به ورسره خبرې کوي چې ددوی ددین او دنیا رغونه پکې وي، او دی به په وینا او کړنو کې له نېکانو وي

قَالَتْ رَبِّ أَنَّىٰ يَكُونُ لِى وَلَدٌۭ وَلَمْ يَمْسَسْنِى بَشَرٌۭ ۖ قَالَ كَذَٰلِكِ ٱللَّهُ يَخْلُقُ مَا يَشَآءُ ۚ إِذَا قَضَىٰٓ أَمْرًۭا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُۥ كُن فَيَكُونُ ﴿٤٧﴾

كن فيكون مريم په حيرانتيا سره وويل: آيا هغې لره به پرته له مېړه زوی وي، څنګه به ما لره زوی وي، سره له دې چې هيڅوک نه دي را نېږدې شوي، نه په روا او نه په ناروا ډول، پرېښتې ورته وويل لکه څنګه الله ستا بچی پرته له پلاره پيداکوي، هغه هر څه چې وغواړي دعادت او عامې کړنلارې خلاف يې پيداکوي، کله چې هغه ديو څه اراده وکړي، ورته وايي: شه؛ نو هغه شي، هيڅ شی يې هم نشي بې وسې کولای. مخ ۷ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَيُعَلِّمُهُ ٱلْكِتَـٰبَ وَٱلْحِكْمَةَ وَٱلتَّوْرَىٰةَ وَٱلْإِنجِيلَ ﴿٤٨﴾

ور زده به کړي لیکل او حق ته رسېدنه او په وینا او کړنه کې وس او توفیق، او ور به ښایي هغه تورات کوم یې چې په موسی علیه السلام نازل کړی، او ور وبه ښایي هغه انجیل چې پر ده به نازل شي

وَرَسُولًا إِلَىٰ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ أَنِّى قَدْ جِئْتُكُم بِـَٔايَةٍۢ مِّن رَّبِّكُمْ ۖ أَنِّىٓ أَخْلُقُ لَكُم مِّنَ ٱلطِّينِ كَهَيْـَٔةِ ٱلطَّيْرِ فَأَنفُخُ فِيهِ فَيَكُونُ طَيْرًۢا بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۖ وَأُبْرِئُ ٱلْأَكْمَهَ وَٱلْأَبْرَصَ وَأُحْىِ ٱلْمَوْتَىٰ بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۖ وَأُنَبِّئُكُم بِمَا تَأْكُلُونَ وَمَا تَدَّخِرُونَ فِى بُيُوتِكُمْ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةًۭ لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿٤٩﴾

او وبه یې ګرځوي -همدا راز- بني اسرائیلو ته پېغمبر، چې ورته به وایي: زه تاسو ته دالله پېغمبر یم، تاسو ته دنښې سره راغلی یم چې زما په پېغمبرۍ دلالت کوي هغه دا چې: زه تاسو ته دخټې څخه دمرغه څېره انځوروم، بیا پکې پوکی کوم نو دالله په حکم سره ژوندی مرغه ګرځي، او مور زاده ړوند روغوم نو بینا کېږي، او چاته چې برګي ناروغي رسېدلې وي نو پوستکی یې روغ ګرځي، او مړی ژوندی کوم، دا ټول کارونه دالله په حکم سره تر سره کوم، او تاسو ته دهغه څه خبر درکوم چې تاسو په خپلو کورونو کې کوم خوراک کوئ او کوم پټوئ، بېشکه کومو شیانو کې چې تاسو ته مې یاد کړل چې دبشر وس پرې نه رسي؛ خامخا ښکاره نښه ده چې زه دالله پېغمبر یم تاسو ته، که چېرې تاسو ایمان لرئ، او په دلائلو باور لرئ

وَمُصَدِّقًۭا لِّمَا بَيْنَ يَدَىَّ مِنَ ٱلتَّوْرَىٰةِ وَلِأُحِلَّ لَكُم بَعْضَ ٱلَّذِى حُرِّمَ عَلَيْكُمْ ۚ وَجِئْتُكُم بِـَٔايَةٍۢ مِّن رَّبِّكُمْ فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿٥٠﴾

وأ طيعون او -همدا راز- تاسو ته مې زما څخه مخکې نازل شوی تورات راوړ، او راغلم چې تاسو ته ځینې هغه څه چې مخکې پر تاسو حرام شوي وو حلال وګرځوم، پر تاسو د اسانتیا او کمي له کبله، او تاسو ته مې ښکاره دلیل راوړی زما دویناوو په صحت سره، نو دالله څخه ووېرېږئ داوامرو په منلو او نواهیو څخه ځان ساتلو باندې، او زما تابعداري وکړئ په هغه څه کې چې زه مو ورته رابلم

إِنَّ ٱللَّهَ رَبِّى وَرَبُّكُمْ فَٱعْبُدُوهُ ۗ هَـٰذَا صِرَٰطٌۭ مُّسْتَقِيمٌۭ ﴿٥١﴾

دا ځکه چې بېشکه الله زما او ستاسو پالونکی دی، نو هماغه یوازې دتابعدارۍ او وېرې وړ دی، یوازې دهغه عبادت وکړئ، همدا څه چې مې تاسو ته پرې امر وکړ چې دالله عبادت او تقوی ده همدا نېغه لا ر ده چې کوږوالی پکې نشته

۞ فَلَمَّآ أَحَسَّ عِيسَىٰ مِنْهُمُ ٱلْكُفْرَ قَالَ مَنْ أَنصَارِىٓ إِلَى ٱللَّهِ ۖ قَالَ ٱلْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنصَارُ ٱللَّهِ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَٱشْهَدْ بِأَنَّا مُسْلِمُونَ ﴿٥٢﴾

بأ ن امسلمون کله چې عیسی علیه السلام ددوی په کفر پاتې کېدلو پوه شو، نو بني اسرائیلو ته یې وویل: څوک به الله ته په رابللو کې راسره مرسته وکړي؟ غوره شوو تابعدارانو یې وویل: مونږ دالله ددین مرستندوی یو، مونږ پر الله باور لرو او ستا تابعداري کوو، او -ای عیسی- شاهد اوسه چې مونږ الله ته په توحید او تابعدارۍ غاړه ایښودونکي یو

رَبَّنَآ ءَامَنَّا بِمَآ أَنزَلْتَ وَٱتَّبَعْنَا ٱلرَّسُولَ فَٱكْتُبْنَا مَعَ ٱلشَّـٰهِدِينَ ﴿٥٣﴾

او حواریینو همدا راز وویل: اې ربه! مونږ په هغه څه باور لرو کوم انجیل چې تا نازل کړی، او دعیسی علیه السلام تابعداري کوو، نو مونږ پر حق باندې له شاهدانو وګرځوې کوم چې پر تا او ستا په استازو ایمان لري

وَمَكَرُوا۟ وَمَكَرَ ٱللَّهُ ۖ وَٱللَّهُ خَيْرُ ٱلْمَـٰكِرِينَ ﴿٥٤﴾

او دبني اسرائیلو کافرانو چل وکړ کله چې دوی دعیسی علیه السلام دوژلو هڅې وکړې، نو الله تعالی دوی ته تدبیر جوړ کړ چې په بې لا رېتوب کې یې پرېښودل، او عیسی علیه السلام ته ورته څېره یې په یو بل سړي واچوله، او الله ښه تدبیر جوړوونکی دی؛ ځکه چې دهغه نه سخت تدبیر نیوونکی نشته پر دښمنانو دهغه. مخ ۸ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

إِذْ قَالَ ٱللَّهُ يَـٰعِيسَىٰٓ إِنِّى مُتَوَفِّيكَ وَرَافِعُكَ إِلَىَّ وَمُطَهِّرُكَ مِنَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَجَاعِلُ ٱلَّذِينَ ٱتَّبَعُوكَ فَوْقَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۖ ثُمَّ إِلَىَّ مَرْجِعُكُمْ فَأَحْكُمُ بَيْنَكُمْ فِيمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ ﴿٥٥﴾

او الله تعالی -همداسې- تدبیر ونیو دوی ته چې کله یې عیسی علیه السلام ته وویل: ای عیسی، زه ستا اخیستونکی یم پرته له مرګه، او ستا تنې او روح لره ځانته پورته کوونکی یم، او دکافرانو دپلیتیو څخه ستا پاکوونکی یم او لرې کوونکی یم ستا له دوی څخه، او ګرځوونکی یم دهغو کسانو چې پر حق دین سره یې ستا تابعداري کړې ده -چې دهغې څخه پر محمد صلی الله علیه وسلم ایمان راوړل هم دي- پورته پر کافرانو دقیامت تر ورځې پورې په دلیل او عزت سره، بیا یوازې ما ته ستا ستېدل دي دقیامت په ورځ، چې پرېکړه وکړم ستاسو تر منځ په هغه څه کې چې تاسو پکې اختلاف کولو

فَأَمَّا ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فَأُعَذِّبُهُمْ عَذَابًۭا شَدِيدًۭا فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةِ وَمَا لَهُم مِّن نَّـٰصِرِينَ ﴿٥٦﴾

پس هغه کسان چې کافر دي پر تا او په هغه حق چې تا ورته راوړی دی نو زه به ورته په دنیا کې دردناک عذاب ورکړم په وژلو، بندي کولو، خوارولو او داسې نور، او په آخرت کې په عذاب داور سره، او نشته دوی لره مرستندوی چې له دوی عذاب لرې کړي

وَأَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ فَيُوَفِّيهِمْ أُجُورَهُمْ ۗ وَٱللَّهُ لَا يُحِبُّ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٥٧﴾

او هغه کسانو چې پر تا او پر هغه حق چې تا ورته راوړی ایمان لري، او مونځ او روژه او خپلولي پالل او داسې نورې ښې کړنې یې کړي؛ نو بېشکه الله تعالی به دوی ته دعملونو ثواب پوره ورکړي چې هېڅ هم ترې کم نکړي، او دا خبره دمسیح (عیسی) دهغو تابعدارانو په اړه ده چې دمحمد صلی الله علیه وسلم درالېږلو څخه مخکې وو دکوم پېغمبر په اړه چې مسیح خپله زېری ورکړی و، او الله ظالمان نه خوښوي، او دسترو ظلمونو څخه دالله سره شریک جوړول او دهغه پېغمبران دروغجن ګڼل دي

ذَٰلِكَ نَتْلُوهُ عَلَيْكَ مِنَ ٱلْـَٔايَـٰتِ وَٱلذِّكْرِ ٱلْحَكِيمِ ﴿٥٨﴾

دا څه چې مونږ پر تا لولو دعیسی علیه السلام دخبرونو څخه دڅرګندو نښو څخه دي چې دهغه څه په صحت دلالت کوي چې تاته نازل شوی دی، او دمتقیانو لپاره پند دی، کلک دی چې باطل نشي ورتللای

إِنَّ مَثَلَ عِيسَىٰ عِندَ ٱللَّهِ كَمَثَلِ ءَادَمَ ۖ خَلَقَهُۥ مِن تُرَابٍۢ ثُمَّ قَالَ لَهُۥ كُن فَيَكُونُ ﴿٥٩﴾

دعیسی علیه السلام دپېدایښت مثال دالله تعالی په نزد دآدم علیه السلام له خاورې څخه دپېدایښت په څېر دی، پرته له پلار او مور، بلکه الله تعالی ورته وویل: بشر شه، پس هماغسې شو څرنګه چې یې غوښتل، پس څرنګه دعوه لري چې هغه معبود دی ځکه چې پرته له پلار څخه پېدا شوی دی، په داسې حال کې چې دوی مني چې آدم بشر دی، سره له دې چې هغه هم پرته له مور او پلار څخه پېدا شوی دی؟!

ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكَ فَلَا تَكُن مِّنَ ٱلْمُمْتَرِينَ ﴿٦٠﴾

دعیسی علیه السلام په اړه حق هماغه دی کوم چې تاته ستا درب لخوا نازل شوی دی، نو له شکمنو او مترددو خلکو مه کېږه، بلکه کلک اوسه په هغه حق چې ته پرې یې

فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِنۢ بَعْدِ مَا جَآءَكَ مِنَ ٱلْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْا۟ نَدْعُ أَبْنَآءَنَا وَأَبْنَآءَكُمْ وَنِسَآءَنَا وَنِسَآءَكُمْ وَأَنفُسَنَا وَأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَتَ ٱللَّهِ عَلَى ٱلْكَـٰذِبِينَ ﴿٦١﴾

ای پېغمبره! که څوک دنجران دنصاراو څخه درسره دعیسی علیه السلام په اړه جګړه کوي په دې دعوه چې هغه دالله بنده ندی پس له دې چې تاته دهغه په اړه سم علم راغلی، نو ته ورته ووایه: راشئ خپل بچي او ستاسو بچي، خپلې ښځې او ستاسو ښځې، خپل ځانونه او تاسو، حاضرېدو ته راوبلو، او ټول سره راټول شو، بیا الله تعالی ته عاجزي وکړو په دعا سره چې له مونږ او تاسي څخه په دروغجنو خپل لعنت راولېږي. مخ ۹ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

إِنَّ هَـٰذَا لَهُوَ ٱلْقَصَصُ ٱلْحَقُّ ۚ وَمَا مِنْ إِلَـٰهٍ إِلَّا ٱللَّهُ ۚ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ ﴿٦٢﴾

بېشکه دا څه چې مونږ تا ته ذکر کړل دعیسی علیه السلام په اړه همدا حق خبره ده چې نه پکې دروغ شته او نه شک، او په حق سره بل معبود نشته مګر یوازې الله دی، او همدا الله په خپله پاچاهۍ کې برلاسی دی، او په خپل تدبیر او کار او پېدایښت کې ځېرک دی

فَإِن تَوَلَّوْا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌۢ بِٱلْمُفْسِدِينَ ﴿٦٣﴾

نو که چېرې یې له هغه څه چې تا ورته راوړي مخ واړاوه، او ستا تابعداري یې ونکړه؛ نو دا بیا ددوی له فساد څخه دي، او الله په ځمکه کې په فساد کوونکو پوهه دی، او زر دی چې پدې به ورته سزا ورکړي

قُلْ يَـٰٓأَهْلَ ٱلْكِتَـٰبِ تَعَالَوْا۟ إِلَىٰ كَلِمَةٍۢ سَوَآءٍۭ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلَّا نَعْبُدَ إِلَّا ٱللَّهَ وَلَا نُشْرِكَ بِهِۦ شَيْـًۭٔا وَلَا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًۭا مِّن دُونِ ٱللَّهِ ۚ فَإِن تَوَلَّوْا۟ فَقُولُوا۟ ٱشْهَدُوا۟ بِأَنَّا مُسْلِمُونَ ﴿٦٤﴾

ورته ووایه -ای پېغمبره- راشئ ای اهل کتابو له یهودو او نصاراو څخه، راټول به شو دانصاف په یوه خبره چې ټول پکې برابر یو: الله تعالی به یوازې کړو په عبادت سره، نو هغه سره به دبل چا عبادت نه کوو که هر څه هم دلوړې مرتبې څښتن وي، او مکانت یې پورته وي، او نه یو بل په الوهیت نیسو چې له الله پرته یې اطاعت او بندګي کېږي، نو که چېرې له دې حق او انصاف وګرځېدل چې ته یې ورته رابلې نو ورته ووایئ ای مومنانو: تاسو ګواه اوسئ چې مونږ الله ته تسلیم یو او هغه ته په طاعت کولو غاړه ایښودونکي یو

يَـٰٓأَهْلَ ٱلْكِتَـٰبِ لِمَ تُحَآجُّونَ فِىٓ إِبْرَٰهِيمَ وَمَآ أُنزِلَتِ ٱلتَّوْرَىٰةُ وَٱلْإِنجِيلُ إِلَّا مِنۢ بَعْدِهِۦٓ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿٦٥﴾

ای اهل کتابو! ولې ناندرۍ وهئ دابراهیم علیه السلام دملت په اړه؟ یهودی دعوه لري چې ابراهیم یهودي و، نصراني دعوه لري چې نصراني و، او تاسو پوهېږئ چې یهودیت او نصرانیت دهغه دمرګ څخه ډېر وخت وروسته را ښکاره شوي دي، آیا تاسو په خپلو عقلونو سره دخپلو ویناوو ناسم والی او دخپلې دعوې غلطي نه مومئ؟!

هَـٰٓأَنتُمْ هَـٰٓؤُلَآءِ حَـٰجَجْتُمْ فِيمَا لَكُم بِهِۦ عِلْمٌۭ فَلِمَ تُحَآجُّونَ فِيمَا لَيْسَ لَكُم بِهِۦ عِلْمٌۭ ۚ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿٦٦﴾

تاسو خبردار -ای اهل کتابو- شخړه مو وکړه دپېغمبر علیه السلام سره ستاسو ددین اړوند او هغه څه چې تاسو ته نازل شوي چې په اړه مو یو څه پوهه درلوده، نو ولې په هغه څه کې شخړه کوئ چې تاسو یې په اړه پوهه نلرئ چې دابراهیم علیه السلام دین دی، او ستاسو په کتابونو کې نشته او نه ستاسو پېغمبرانو څه راوړي دي؟! او الله دکارونو په حقائقو او پټو پوهېږي، او تاسو نه پوهېږئ. ي ي

مَا كَانَ إِبْرَٰهِيمُ يَهُودِيًّۭا وَلَا نَصْرَانِيًّۭا وَلَـٰكِن كَانَ حَنِيفًۭا مُّسْلِمًۭا وَمَا كَانَ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ ﴿٦٧﴾

ابراهیم علیه السلام نه په یهودی ملت وو او نه په نصراني ملت دی، بلکه دباطلو دینونو څخه کوږ شوی و، او الله تعالی ته غاړه ایښودونکی په دې حال کې چې الله لره یو ګڼونکی و، او له هغه سره شریک کوونکی نه وو لکه څرنګه چې دعربو مشرکان دعوه کوي چې دوی دده په ملت دي

إِنَّ أَوْلَى ٱلنَّاسِ بِإِبْرَٰهِيمَ لَلَّذِينَ ٱتَّبَعُوهُ وَهَـٰذَا ٱلنَّبِىُّ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ۗ وَٱللَّهُ وَلِىُّ ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿٦٨﴾

بېشکه ابراهیم علیه السلام ته په نسبت کې تر ټولو وړ خلک هغه دي چې دده په زمانه کې یې په هغه څه کې دده تابعداري کړې چې ده راوړي، او وړ خلک همدا راز په دې سره دا پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم دی، او هغه کسان چې ایمان یې پرې راوړی له دې امت څخه، او الله دمومنانو مرستندوی او ساتونکی دی. مخ ۱۰ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَدَّت طَّآئِفَةٌۭ مِّنْ أَهْلِ ٱلْكِتَـٰبِ لَوْ يُضِلُّونَكُمْ وَمَا يُضِلُّونَ إِلَّآ أَنفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ ﴿٦٩﴾

داهل کتابو یهودو او نصاراوو عالمان هیله لري چې تاسو -ای مومنانو- له هغه حق څخه بې لا رې کړي چې الله تعالی یې درته ښوونه کړې ده، او نه بې لا رې کوي دوی مګر خپل ځانونه؛ ځکه دخلکو په بې لا رې کولو کې ددوی کوښښ دهمدوی بې لا رېتوب زیاتوي، او دخپلو کړنو پایله باندې نه پوهېږي

يَـٰٓأَهْلَ ٱلْكِتَـٰبِ لِمَ تَكْفُرُونَ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ وَأَنتُمْ تَشْهَدُونَ ﴿٧٠﴾

ای دیهودو او نصاراوو اهل کتابو ولې دالله په هغو آیاتونو کافران کېږئ چې پر تاسو نازل شوي دي او په هغې کې دمحمد صلی الله علیه وسلم دپېغمبرۍ دلالت دی، په داسې حال کې چې تاسو شاهدي وایئ چې همدا حق دی چې ستاسو کتابونو پرې دلالت کړی؟!

يَـٰٓأَهْلَ ٱلْكِتَـٰبِ لِمَ تَلْبِسُونَ ٱلْحَقَّ بِٱلْبَـٰطِلِ وَتَكْتُمُونَ ٱلْحَقَّ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿٧١﴾

ای اهل کتابو ولې هغه حق چې تاسو ته نازل شوی په خپلو کتابونو کې دخپل ځانونو څخه جوړ شوي باطل سره ګډوئ، او کوم حق او هدایت چې پکې دی هغه پټوئ، چې له هغې څخه دمحمد صلی الله علیه وسلم دنبوت صحت دی، او تاسو حق له باطل څخه او هدایت له بې لا رېتوب څخه پېژنئ؟!

وَقَالَت طَّآئِفَةٌۭ مِّنْ أَهْلِ ٱلْكِتَـٰبِ ءَامِنُوا۟ بِٱلَّذِىٓ أُنزِلَ عَلَى ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَجْهَ ٱلنَّهَارِ وَٱكْفُرُوٓا۟ ءَاخِرَهُۥ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿٧٢﴾

يرجعون او وویلې یوې ډلې دیهودو دعلماوو څخه: تاسو دورځې په پېل کې ښکاره په هغه قرآن باور ولرئ چې پر مومنانو نازل شوی دی، او په آخر دورځ کې پرې کفر وکړئ، ښایي دوی په خپل دین کې ستاسو دایمان راوړلو وروسته بېرته کافر کېدلو له کبله په شک کې پرېوځي نو له دین نه به وګرځي او وایي به: دوی خو دالله په کتابونو له مونږ ښه پوهېږي او بېشکه دوی ترې وګرځېدل

وَلَا تُؤْمِنُوٓا۟ إِلَّا لِمَن تَبِعَ دِينَكُمْ قُلْ إِنَّ ٱلْهُدَىٰ هُدَى ٱللَّهِ أَن يُؤْتَىٰٓ أَحَدٌۭ مِّثْلَ مَآ أُوتِيتُمْ أَوْ يُحَآجُّوكُمْ عِندَ رَبِّكُمْ ۗ قُلْ إِنَّ ٱلْفَضْلَ بِيَدِ ٱللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَآءُ ۗ وَٱللَّهُ وَٰسِعٌ عَلِيمٌۭ ﴿٧٣﴾

ه هغوی دا هم ويل: يوازې دهغه چا تصديق کوئ چې ستاسې ددين پيرو وي، اې رسوله ووايه: پرته له شکه حق ته لا رښوونه هغه دالله تعالی لا رښوونه ده، نه هغه چې تاسو پر کوم درواغ ګڼلو او ضد ياست، له دې وېرې چې ستاسې غوندې به بل چا ته هم پېرزوينه ورکړل شي او يا له دې وېرې چې که تاسو پر هغوی نازل شوی کتاب ومنئ؛ نو هغوی به ستاسو دپالونکي په وړاندې ستاسو سره دليل ووايي، ووايه ای رسوله! پرته له شکه پېرزوينه دالله په واک کې ده له بندګانو يې چې چاته وغواړي ورکوي يې، دهغه پېرزوينه له بل امت پرته يوازې يو امت ته نه ده، الله دپراخې پېرزوينې څښتن دی او څوک يې چې وړ دي پر هغو ښه پوه دی

يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِۦ مَن يَشَآءُ ۗ وَٱللَّهُ ذُو ٱلْفَضْلِ ٱلْعَظِيمِ ﴿٧٤﴾

غوره کوي په خپله لورینه چې وغواړي له خپل مخلوق ځینې، نو پر هغه دلارښوونې، پېغمبرۍ او نورو ورکړو لورینه کوي، او الله دستر فضل (لورینې) څښتن دی چې پای نلري

۞ وَمِنْ أَهْلِ ٱلْكِتَـٰبِ مَنْ إِن تَأْمَنْهُ بِقِنطَارٍۢ يُؤَدِّهِۦٓ إِلَيْكَ وَمِنْهُم مَّنْ إِن تَأْمَنْهُ بِدِينَارٍۢ لَّا يُؤَدِّهِۦٓ إِلَيْكَ إِلَّا مَا دُمْتَ عَلَيْهِ قَآئِمًۭا ۗ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا۟ لَيْسَ عَلَيْنَا فِى ٱلْأُمِّيِّـۧنَ سَبِيلٌۭ وَيَقُولُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿٧٥﴾

او له اهل کتابو ځینې هغه دي چې که چېرې په ډېره شتمنۍ یې امین کړې هم به درته بېرته هغه څه درکړي چې تا پرې امین کړی و، او له دوی څخه ځینې دي چې په لږې شتمنۍ یې هم امین کړې نو هغه څه به در ونه سپاري چې تا پرې امین کړی و، مګر دا که تل یې ترې په کلکه غوښتنه وکړې، دا ددوی دبدې وینا او ګومان له کبله چې وایي: پر مونږ دعربو او دهغوی مال خوړلو باندې ګناه نشته؛ ځکه الله مونږ ته روا کړي دي، دوی دا دروغ وایي او پوهېږي چې دوی په الله پورې تړلې دي. مخ ۱۱ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

بَلَىٰ مَنْ أَوْفَىٰ بِعَهْدِهِۦ وَٱتَّقَىٰ فَإِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلْمُتَّقِينَ ﴿٧٦﴾

داسې نده څرنګه چې دوی دعوه کوي، بلکې پر دوی ګناه شته، لیکن که چا دالله تعالی سره په ژمنه وفا وکړه چې په ده او دده په پېغمبرانو باور لرل دي، او دخلکو سره په ژمنو یې هم وفا وکړه چې امانت وسپاري، او له الله څخه دهغه داوامرو په پلي کولو او نواهیو څخه په ځان ژغورلو ووېرده، نو بېشکه الله تعالی پرهېزګاران خوښوي او زر دی چې دوی ته په دې سره عزتمنده بدله ورکړي

إِنَّ ٱلَّذِينَ يَشْتَرُونَ بِعَهْدِ ٱللَّهِ وَأَيْمَـٰنِهِمْ ثَمَنًۭا قَلِيلًا أُو۟لَـٰٓئِكَ لَا خَلَـٰقَ لَهُمْ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ وَلَا يُكَلِّمُهُمُ ٱللَّهُ وَلَا يَنظُرُ إِلَيْهِمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ وَلَا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ ﴿٧٧﴾

پرته له شکه هغه کسان چې هغوی دالله کړې سپارښتنه بدلوي، کوم څه يې چې په خپل کتاب کې دپيروۍ په اړه نازل کړي او خپل رسولان يې ورسره لېږلي دي او دهغو قسمونو په اړه چې هغوی دالله پر ژمنه دوفا لپاره پورته کړي وو، هغوی ددنيا په لږ توکي سره بدلوي، په آخرت کې به هغوی لره دبدلې هيڅ برخه نه وي، نه به الله له هغوی سره دخوشحالۍ خبره کوي، نه به دقيامت په ورځ درحمت په نظر ورته ګوري او نه به يې دګناهونو او کفر له چټليو پاک کړي او هغوی لره به دردوونکی عذاب وي

وَإِنَّ مِنْهُمْ لَفَرِيقًۭا يَلْوُۥنَ أَلْسِنَتَهُم بِٱلْكِتَـٰبِ لِتَحْسَبُوهُ مِنَ ٱلْكِتَـٰبِ وَمَا هُوَ مِنَ ٱلْكِتَـٰبِ وَيَقُولُونَ هُوَ مِنْ عِندِ ٱللَّهِ وَمَا هُوَ مِنْ عِندِ ٱللَّهِ وَيَقُولُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿٧٨﴾

او بېشکه له یهودو څخه یو ډله ده چې خپلې ژبې اړوي پر هغه څه چې دالله له لوري نازل شوي تورات څخه نه دي، څو تاسو ګومان کوئ چې دوی تورات وایي، خو هغه تورات نه دی، بلکې هغه ددوی له دروغو څخه دي چې په الله یې تړلي، او دوی وایي: هغه څه چې مونږ لولو دالله لخوا نازل شوي، خو هغه دالله لخوا نه دي، او په الله دروغ وایي په داسې حال چې دوی په الله او دهغه په پېغمبرانو خپل دروغ پېژني

مَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُؤْتِيَهُ ٱللَّهُ ٱلْكِتَـٰبَ وَٱلْحُكْمَ وَٱلنُّبُوَّةَ ثُمَّ يَقُولَ لِلنَّاسِ كُونُوا۟ عِبَادًۭا لِّى مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلَـٰكِن كُونُوا۟ رَبَّـٰنِيِّـۧنَ بِمَا كُنتُمْ تُعَلِّمُونَ ٱلْكِتَـٰبَ وَبِمَا كُنتُمْ تَدْرُسُونَ ﴿٧٩﴾

هېڅ بشر ته نه ښایي چې الله تعالی ده ته له خپل لوري څخه نازل شوی کتاب ورکړی وي، او پوهه یې ورکړې وي، او پېغمبر یې غوره کړی وي؛ بیا خلکو ته ووایي: تاسو له الله پرته زما بندګان شئ، بلکې دوی ته وایي: تاسو عمل کوونکي عالمان شئ، دخلکو پالونکي شئ، ددوی دکارونو سموونکي شئ ځکه چې تاسو هغه کتاب زده دی چې خلکو ته نازل شوی، او لدې کبله چې تاسو له دې درس کاوه په یادو او په پوهه یې

وَلَا يَأْمُرَكُمْ أَن تَتَّخِذُوا۟ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةَ وَٱلنَّبِيِّـۧنَ أَرْبَابًا ۗ أَيَأْمُرُكُم بِٱلْكُفْرِ بَعْدَ إِذْ أَنتُم مُّسْلِمُونَ ﴿٨٠﴾

او -همدا راز- نه ښایي ده ته چې تاسو ته امر وکړي په دې چې ملائکې او پېغمبران په الوهیت ونیسئ چې له الله پرته یې عبادت کوئ، آیا روا دي دده څخه چې تاسو ته امر وکړي په الله باندې دکفر کولو پس له غاړې ایښودلو او تسلیمېدلو ستاسو ده ته؟!

وَإِذْ أَخَذَ ٱللَّهُ مِيثَـٰقَ ٱلنَّبِيِّـۧنَ لَمَآ ءَاتَيْتُكُم مِّن كِتَـٰبٍۢ وَحِكْمَةٍۢ ثُمَّ جَآءَكُمْ رَسُولٌۭ مُّصَدِّقٌۭ لِّمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهِۦ وَلَتَنصُرُنَّهُۥ ۚ قَالَ ءَأَقْرَرْتُمْ وَأَخَذْتُمْ عَلَىٰ ذَٰلِكُمْ إِصْرِى ۖ قَالُوٓا۟ أَقْرَرْنَا ۚ قَالَ فَٱشْهَدُوا۟ وَأَنَا۠ مَعَكُم مِّنَ ٱلشَّـٰهِدِينَ ﴿٨١﴾

ى او یاد کړه -ای پېغمبره- کله چې الله کلکه ژمنه له پېغمبرانو څخه واخیستله او ورته یې وویل: کله مې چې هم کوم کتاب تاسو ته درکړ چې پر تاسو یې نازل کړم، او کوم حکمت چې مې تاسو ته وښودلو، او که تاسو څخه یو کس هر څومره لوړې مرتبې ته ورسېده، او بیا تاسو ته زما لخوا پېغمبر راشي چې محمد صلی الله علیه وسلم دی باورونکی وي دهغه کتاب او حکمت چې تاسو سره دي؛ نو خامخا به تاسو په هغه څه باور لرئ چې هغه راوړي وي، او خامخا به یې مرسته کوئ په تابعداري کولو سره، نو آیا تاسو پدې اقرار کوئ -ای پېغمبرانو-، او زما کلکه ژمنه مو پرې واخیسته؟ نو په ځواب کې یې وویل: مونږ اقرار پرې کوو، الله تعالی وویل: په خپلو ځانونو او خپلو امتونو شاهدان اوسئ، او زه هم تاسو سره پر تاسو او هغوی له شاهدانو څخه یم. مخ ۱۲ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

فَمَن تَوَلَّىٰ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْفَـٰسِقُونَ ﴿٨٢﴾

نو څوک چې دالله لخوا او دهغه دپېغمبرانو په شاهدۍ له دې کلکې ژمنې وروسته وګرځېد، نو همدوی دالله له دین او دهغه له تابعدارۍ څخه بهر دي

أَفَغَيْرَ دِينِ ٱللَّهِ يَبْغُونَ وَلَهُۥٓ أَسْلَمَ مَن فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ طَوْعًۭا وَكَرْهًۭا وَإِلَيْهِ يُرْجَعُونَ ﴿٨٣﴾

آیا دالله له هغه دین څخه پرته چې دبندګانو لپاره یې غوره کړی -چې اسلام دی- نور څه غواړي دا دالله له دین او تابعدارۍ څخه وتلي خلک؟! او ده لره غاړه ایښودلې او تسلیم شوي هغه څوک چې په آسمانونو او ځمکه کې دي له مخلوقاتو څخه، په خوښه ده ته دمومنانو دحال په څېر، او په نا خوښه دکافرانو دحال په څېر، بیا ده ته ټول مخلوقات دقیامت په ورځ دحساب او بدلې لپاره ورګرځي

قُلْ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَمَآ أُنزِلَ عَلَيْنَا وَمَآ أُنزِلَ عَلَىٰٓ إِبْرَٰهِيمَ وَإِسْمَـٰعِيلَ وَإِسْحَـٰقَ وَيَعْقُوبَ وَٱلْأَسْبَاطِ وَمَآ أُوتِىَ مُوسَىٰ وَعِيسَىٰ وَٱلنَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمْ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍۢ مِّنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُۥ مُسْلِمُونَ ﴿٨٤﴾

ى ته ورته ووایه -ای پېغمبره- مونږ دالله په الوهیت باور لرو، او دهغه تابعداري مو کړې په څه چې یې راته امر کړی، او په هغې وحې باور لرو چې پر مونږ یې نازله کړې، او په هغې چې په ابراهیم او اسماعیل او اسحاق او یعقوب یې نازله کړې، او په هغې چې دیعقوب داولادې په پېغمبرانو یې نازله کړې، او په هغه څه چې موسی او عیسی او نورو پېغمبرانو ته کوم کتابونه او آیتونه دخپل رب لخوا ورکړل شوي وو، هېڅ توپير نه کوو ددوی تر منځ چې په ځینو یې باور ولرو او په ځینو یې کافران شو، او مونږ یوازې الله ته غاړه ایښودونکي یو هغه ته تسلیمېدونکي یو

وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ ٱلْإِسْلَـٰمِ دِينًۭا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ مِنَ ٱلْخَـٰسِرِينَ ﴿٨٥﴾

او څوک چې بل دین غواړي دهغه دین پرته کوم چې الله تعالی غوره کړی چې اسلام دی؛ نو هېڅکله به ترې ونه منل شي، او دوی به په آخرت کې اور ته په ننویستلو خپلو ځانونو لره زیانونکي وي. ق

كَيْفَ يَهْدِى ٱللَّهُ قَوْمًۭا كَفَرُوا۟ بَعْدَ إِيمَـٰنِهِمْ وَشَهِدُوٓا۟ أَنَّ ٱلرَّسُولَ حَقٌّۭ وَجَآءَهُمُ ٱلْبَيِّنَـٰتُ ۚ وَٱللَّهُ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٨٦﴾

څرنګه به الله پر ده او دده پر پېغمبر دایمان راوړلو وس ورکړي هغه قوم ته چې پس په الله له ایمان راوړلو او په دې خبره شاهدي ورکولو چې هغه څه چې پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم راوړي حق دي، او ښکاره دلیلونه ددې په صحت ورته راغلي؟! او الله پر ده دایمان وس نه ورکوي هغه ظالم قوم ته چې دهدایت په بدل کې بې لا رېتوب غوره کوي

أُو۟لَـٰٓئِكَ جَزَآؤُهُمْ أَنَّ عَلَيْهِمْ لَعْنَةَ ٱللَّهِ وَٱلْمَلَـٰٓئِكَةِ وَٱلنَّاسِ أَجْمَعِينَ ﴿٨٧﴾

بېشکه دهغو ظالمانو بدله چې باطل یې غوره کړی دا ده چې پر دوی دالله تعالی او ملائکو او ټولو خلکو لعنت دی، نو دوی دالله درحمت څخه شړل شوي دي

خَـٰلِدِينَ فِيهَا لَا يُخَفَّفُ عَنْهُمُ ٱلْعَذَابُ وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ ﴿٨٨﴾

تلپاتې به وي په اور کې، نه به ترې وځي، او نه به یې عذاب ورڅخه سپک شي، او نه روسته کولی شي چې توبه وباسي او معذرت وغواړي

إِلَّا ٱلَّذِينَ تَابُوا۟ مِنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ وَأَصْلَحُوا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌ ﴿٨٩﴾

پرته له هغو کسانو څخه چې دکفر او ظلم وروسته الله ته راګرځېدلي دي، او خپلې کړنې یې سمې کړې دي؛ بېشکه الله تعالی خپلو هغو بندګانو ته چې توبه کوي ډېر بخښونکی دی، پرې مهربان دی. مخ ۱۳ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بَعْدَ إِيمَـٰنِهِمْ ثُمَّ ٱزْدَادُوا۟ كُفْرًۭا لَّن تُقْبَلَ تَوْبَتُهُمْ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلضَّآلُّونَ ﴿٩٠﴾

پرته له شکه هغه کسان چې وروسته له ايمانه يې کفر کړی او پر کفر يې تر هغه دوام کړی چې مرګ يې وليد؛ نو هېڅلکه به له هغوی دمرګ دليدلو پرمهال توبه ونه منل شي، دوخت دتېرېدلو له امله، او همدوی الله ته له رسوونکې نېغې لا رې څخه لا ر ورکي دي

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَمَاتُوا۟ وَهُمْ كُفَّارٌۭ فَلَن يُقْبَلَ مِنْ أَحَدِهِم مِّلْءُ ٱلْأَرْضِ ذَهَبًۭا وَلَوِ ٱفْتَدَىٰ بِهِۦٓ ۗ أُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ وَمَا لَهُم مِّن نَّـٰصِرِينَ ﴿٩١﴾

عذاب أليم وما لهم من نصرين بېشکه هغه کسان چې کافران دي او په کفر کې مړه شوي دي، هېڅکله به دیو هم له دوی څخه دځمکې دوزن په اندازه سره زر ونه منل شي که چېرې یې له اور څخه دځان خلاصولو لپاره وړاندې کړي، دا هغه کسان دي چې دوی لره دردناک عذاب دی، او دقیامت په ورځ ددوی مرستندوی نشته چې له دوی څخه عذاب لرې کړي

لَن تَنَالُوا۟ ٱلْبِرَّ حَتَّىٰ تُنفِقُوا۟ مِمَّا تُحِبُّونَ ۚ وَمَا تُنفِقُوا۟ مِن شَىْءٍۢ فَإِنَّ ٱللَّهَ بِهِۦ عَلِيمٌۭ ﴿٩٢﴾

وبه نه رسېږئ -ای مومنانو- دنېکانو ثواب او دهغوی مرتبې ته څو دالله په لا ر کې هغه مالونه خیرات نکړئ چې تاسو یې خوښوئ، او هغه څه چې تاسو خیرات کوئ لږ وي یا ډېر وي نو بېشکه الله تعالی ستاسو په نیتونول او کړنو پوهه دی، او زر دی چې هر چا ته دهغه دعمل بدله ورکړي

۞ كُلُّ ٱلطَّعَامِ كَانَ حِلًّۭا لِّبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ إِلَّا مَا حَرَّمَ إِسْرَٰٓءِيلُ عَلَىٰ نَفْسِهِۦ مِن قَبْلِ أَن تُنَزَّلَ ٱلتَّوْرَىٰةُ ۗ قُلْ فَأْتُوا۟ بِٱلتَّوْرَىٰةِ فَٱتْلُوهَآ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ ﴿٩٣﴾

ټول پاک خوراکونه دبني اسرائیلو لپاره حلال وو او له هغو خوړو پرته چې یعقوب علیه السلام دتورات له نازلېدو وړاندې پر ځان حرام کړي وو، نور څه هغوی ته نه ؤ حرام شوي او داسې نه ده لکه یهودیان چې ګمان کوي چې دا حرمت په تورات کې ؤ. ته ورته ووایه -اې پیغمبره- چې تاسو تورات راوړئ او ویې لولئ که چېرې تاسو په خپله دعوه کې رښتیني یئ، نو هغوی حیران شول، او تورات یې رانه وړ، او دا مثال دلالت کوي په دروغو دیهودو په تورات باندې او دهغه دمضمون په تحریف باندې

فَمَنِ ٱفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ مِنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّـٰلِمُونَ ﴿٩٤﴾

نو چاچې ددلیل له ښکاره کېدلو وروسته پر الله تعالی دروغ وتړل، چې یقینا هغه څه چې یعقوب علیه السلام پر ځان حرام کړي وو دالله تعالی له لوري نه ؤحرام شوي؛ نو پس همدغه خلک پر خپلو ځانونو ظلم کوونکي دي، چې ددلیل له ښکاره کېدو وروسته هم حق پرېږدي

قُلْ صَدَقَ ٱللَّهُ ۗ فَٱتَّبِعُوا۟ مِلَّةَ إِبْرَٰهِيمَ حَنِيفًۭا وَمَا كَانَ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ ﴿٩٥﴾

ووایه -ای پیغمبره- الله تعالی په هغه څه کې چې دیعقوب علیه السلام په اړه یې بیان کړي، رښتیا ویلي دي، او په هغه څه کې چې الله تعالی رالیږلی او روا کړی یې دي، نو تاسې دابراهیم علیه السلام ددین تابعداري وکړئ، ځکه چې هغه دټولو دینونو نه اسلام ته مایل ؤ، او له الله تعالی سره یې هیڅوک په عبادت کې نه وو شریک کړي. إن أول بيت وضع للناس للذى ببكةمباركا وهدى للعلمين

إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍۢ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِى بِبَكَّةَ مُبَارَكًۭا وَهُدًۭى لِّلْعَـٰلَمِينَ ﴿٩٦﴾

یقینا لومړنی کور چې پر زمکه دالله دعبادت له پاره خلکو ته جوړ شو، هغه په مکه مکرمه کې بیت الله الحرام دی، هغه یو مبارک کور دی، چې بېسارې دیني او دنیوي ګټې لري او دټولو خلکو لپاره پکې هدایت دی. مخ ۱۴ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

فِيهِ ءَايَـٰتٌۢ بَيِّنَـٰتٌۭ مَّقَامُ إِبْرَٰهِيمَ ۖ وَمَن دَخَلَهُۥ كَانَ ءَامِنًۭا ۗ وَلِلَّهِ عَلَى ٱلنَّاسِ حِجُّ ٱلْبَيْتِ مَنِ ٱسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًۭا ۚ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَنِىٌّ عَنِ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٩٧﴾

په دې کور کې ددې دشرف او فضیلت ښکاره نښې دي؛ لکه دعبادت ځایونه او نور مقدس ځایونه او له دې نښو څخه هغه ګټه (تېږه هم) ده چې ابراهیم علیه السلام پرې ودریدلی ؤ، هغه مهال چې دکعبی دیوالونه یې اوچتول، او له دې نه دا هم ده چې څوک (دې کور ته) ننوځي نو دهغه وېره ختمیږي او هیڅ تکلیف هم ورته نه رسېږي. او دالله تعالی له طرفه په خلکو باندې قصد ددې کور واجب دی، دحج دمناسکو دادا کولو لپاره، په هغه چا باندې چې قدرت لرې مکې ته د رسیدلو، او چا چې کفر وکړ دحج په فرضیت باندې، نو بېشکه چې الله تعالی غنی دې له دې کافر او ټولو خلکو نه

قُلْ يَـٰٓأَهْلَ ٱلْكِتَـٰبِ لِمَ تَكْفُرُونَ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ وَٱللَّهُ شَهِيدٌ عَلَىٰ مَا تَعْمَلُونَ ﴿٩٨﴾

ته ورته ووایه -اې پیغمبره- چې اې اهل کتابو (یهودو او نصاراوو) تاسو ولې دپیغمبر صلی الله علیه وسلم دریښتنولې له دلیلونو څخه انکار کوئ؟ حال دا چې ځنې داسی دلیلونه دي چې هغه په تورات او انجیل کې هم راغلي دي. او الله تعالی ستاسو په ټولو چارو احاطه کوونکی او شاهد دی او هرو مرو به دهغو بدله درکوي

قُلْ يَـٰٓأَهْلَ ٱلْكِتَـٰبِ لِمَ تَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ مَنْ ءَامَنَ تَبْغُونَهَا عِوَجًۭا وَأَنتُمْ شُهَدَآءُ ۗ وَمَا ٱللَّهُ بِغَـٰفِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿٩٩﴾

تعملون ته ورته ووایه -اې پیغمبره-: چې اې اهل کتابو (یهودو او نصاروو) تاسو ولې دالله تعالی له دین څخه هغه څوک منع کوئ چې ایمان یې پرې راوړی وي، چې په دې سره تاسو دالله دین ته له حق نه دباطل په طرف کوږوالی غواړئ او پر حق ولاړ خلک له هدایت نه ګمراهۍ ته اړوئ او تاسې پر دې ګواه یئ چې همدا حق دین دی، تصدیق کوونکی دهغه څه دی چې ستاسو په کتابونو کې دي؟! او الله تعالی نه دی بی خبره له هغه کفر نه چې تاسو یې کوئ او دهغه له لا رې نه خلک بندوئ او خامخا به پرې جزا درکوي

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِن تُطِيعُوا۟ فَرِيقًۭا مِّنَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَـٰبَ يَرُدُّوكُم بَعْدَ إِيمَـٰنِكُمْ كَـٰفِرِينَ ﴿١٠٠﴾

اې هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او دهغه درسول تابعداري مو کړې ده، که چېرې تاسو دیوې ډلې داهل کتابو (یهودو او نصارو) تابعداري وکړئ په هغه څه کې چې دوی یې وايي او تاسو دهغوی رایه چې پرې باور لري، ومنئ؛ تاسې به له ایمان څخه وروسته بېرته کفر ته ستانه کړي، ځکه چې په دوی کې کېنه او ګمراهي ده

وَكَيْفَ تَكْفُرُونَ وَأَنتُمْ تُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ ءَايَـٰتُ ٱللَّهِ وَفِيكُمْ رَسُولُهُۥ ۗ وَمَن يَعْتَصِم بِٱللَّهِ فَقَدْ هُدِىَ إِلَىٰ صِرَٰطٍۢ مُّسْتَقِيمٍۢ ﴿١٠١﴾

نو څنګه تاسو په الله تعالی باندې کفر کوئ، وروسته له هغه چې ایمان پرې راوړ، په داسې حال کې چې له تاسې سره پر ایمان دټینګ پاتې کېدو لوی سبب شته دی. پر تاسې دالله آیاتونه لوستل کېږي، او دهغه پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم یې تاسو ته بیانوي او چا چې دالله تعالی پر کتاب او دهغه درسول پر سنتو (طریقو) منګولې ولګولې، نو په تحقیق سره الله تعالی دا انسان (هغې) سمې لا رې ته برابر کړي دی چې کوږوالی په کې نشته

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِۦ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ ﴿١٠٢﴾

ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او دهغه درسول تابعداري مو کړې ده، له خپل رب څخه په حقه ووېرېږئ، او هغه داسې چې دهغه دحکمونو تابعداري وکړئ او دهغه له نواهیو څخه ځان وساتئ، او دهغه دنعمتونو شکر پرځای کړئ، او په خپل دین باندې ټینګې منګولې ولګوئ، تر دې چې تاسو ته مرګ راشي او تاسې په دې باندې (ټینګ) یئ. مخ ۱۵ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَٱعْتَصِمُوا۟ بِحَبْلِ ٱللَّهِ جَمِيعًۭا وَلَا تَفَرَّقُوا۟ ۚ وَٱذْكُرُوا۟ نِعْمَتَ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَآءًۭ فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِۦٓ إِخْوَٰنًۭا وَكُنتُمْ عَلَىٰ شَفَا حُفْرَةٍۢ مِّنَ ٱلنَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا ۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمْ ءَايَـٰتِهِۦ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿١٠٣﴾

ى او مضبوطې منګولې ولګوئ -اې مومنانو- په قرآن او سنت باندې، او مه کوئ هغه څه چې تاسو په اختلاف کې اچوي، او یاد کړئ نعمت دالله تعالی پر تاسو باندې هر کله چې تاسو دښمنان وئ، له اسلام نه مخکې په وړو وړو خبرو به مو له یو بل سره جګړې کولې، نو داسلام په وجه الله تعالی ستاسو زړونه سره یوځای کړل، او تاسو داسلام په وجه یو بل سره وروڼه شوئ، په یو بل باندې مهرباني کوونکې دیو بل خیرخواهان شوئ، او له دې نه مخکې تاسو نږدې وئ چې دکفر په وجه د جهنم اور ته ننوځئ، نو پس الله تعالی تاسو ته داسلام په وجه دهغه نه نجات درکړ او تاسو ته یې ایمان دروښود، او لکه څنګه چې الله تعالی تاسو ته دا بیان کړل همداسې تاسو ته بیانوي هغه څه چې په هغه سره ستاسو ددنیا او آخرت حالات برابرېږي، ددې لپاره چې تاسو سمې لا رې ته برابر شئ، او داستقامت په لا ره لاړ شئ

وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌۭ يَدْعُونَ إِلَى ٱلْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِٱلْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ ٱلْمُنكَرِ ۚ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ ﴿١٠٤﴾

او باید له تاسو څخه -اې مومنانو- یوه ډله وي، چې ټولو هغو ښېګڼو ته بلنه کوي، چې الله تعالی یې خوښوي، او امر کوي پر هغو نیکیو چې اسلام یې ښودنه کړې او عقل یې غوره ګڼي، او له هغو بديو څخه خلک منع کوي چي اسلام ترې منع کړې او عقل یې هم بد ګڼي، او دهمدې صفتونو لروونکي په دنیا او آخرت کې هراړخیزه کامیاب دي

وَلَا تَكُونُوا۟ كَٱلَّذِينَ تَفَرَّقُوا۟ وَٱخْتَلَفُوا۟ مِنۢ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ ٱلْبَيِّنَـٰتُ ۚ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌۭ ﴿١٠٥﴾

او مه کیږئ تاسو -ای مومنانو- دهغو اهل کتابو په شان چې جدا شوی وو نو پس ځان له ځان له ډلې شوي وو، او په خپل دین کې ئې اختلاف پیداکړی وو وروسته ددې نه چې دوئ ته دالله تعالی له طرفه ښکاره ښکاره دلیلونه راغلی وو، او دغه ذکر شوي کسان ددوئ لپاره دالله تعالی له طرفه غټ عذاب دی

يَوْمَ تَبْيَضُّ وُجُوهٌۭ وَتَسْوَدُّ وُجُوهٌۭ ۚ فَأَمَّا ٱلَّذِينَ ٱسْوَدَّتْ وُجُوهُهُمْ أَكَفَرْتُم بَعْدَ إِيمَـٰنِكُمْ فَذُوقُوا۟ ٱلْعَذَابَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ ﴿١٠٦﴾

تكفرون دا غټ عذاب به په دوئ باندې دقیامت په ورځ وي، هر کله چې سپین شي مخونه دمومنانو دخوشحالۍ او نیکبختۍ له امله، او تور شي مخونه دکافرانو دغم او مصیبت له امله، نو پس هغه کسان چې په دغه لویه ورځ يې مخونه تور شوي وي درټنې په شکل به ورته وویل شي: آیا تاسو کفر کړی ود الله په توحید او په هغه اقرار چې ستاسو څخه يې اخیستی وچې دهغه سره به په عبادت کې هیڅ شی نه شریکوئ، ستاسو دتصدیق او اقرار څخه وروسته؟! نو پس وڅکئ دالله تعالی هغه عذاب چې تاسو ته يې ستاسو دکفر له امله تیار کړی دی

وَأَمَّا ٱلَّذِينَ ٱبْيَضَّتْ وُجُوهُهُمْ فَفِى رَحْمَةِ ٱللَّهِ هُمْ فِيهَا خَـٰلِدُونَ ﴿١٠٧﴾

او هغه کسان چې مخونه يې سپین شوي وي دهغوی ځای به دنعمتونو والا جنتونو کې وي، دوئ به همیشه په دې کې وي، پداسې نعمتونو کې چي نه به ختمیږی او نه به بدلیږي

تِلْكَ ءَايَـٰتُ ٱللَّهِ نَتْلُوهَا عَلَيْكَ بِٱلْحَقِّ ۗ وَمَا ٱللَّهُ يُرِيدُ ظُلْمًۭا لِّلْعَـٰلَمِينَ ﴿١٠٨﴾

دا آیتونه چې دالله تعالی وعدې او ګواښونه پکې دی مونږ يې په تاباندې لولو -ای پیغمبره- چې ریښتیا دي په خبرونه کې، او انصاف والا دي په حکمونو کې، او نه دی الله تعالی چې وغواړي ظلم هیڅ یو کس لره دمخلوقاتو څخه، بلکه هیچا لره سزا نه ورکوي مګر په هغه څه چې دهغوی لا سونو کړي وي

وَلِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۚ وَإِلَى ٱللَّهِ تُرْجَعُ ٱلْأُمُورُ ﴿١٠٩﴾

او خاص الله تعالی لره دی اختیار او بادشاهي دهغه څه چې په ځمکه او اسمانونو کې دي، پيدایش او واک دواړه دالله په اختیار کې دي، او خاص الله تعالی ته ورګرځیدل دټولو مخلوقاتو دي، نو هر یو ته به دخپل حق په اندازه بدله ورکړي. مخ ۱۶ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِٱلْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ ٱلْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ ۗ وَلَوْ ءَامَنَ أَهْلُ ٱلْكِتَـٰبِ لَكَانَ خَيْرًۭا لَّهُم ۚ مِّنْهُمُ ٱلْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ ٱلْفَـٰسِقُونَ ﴿١١٠﴾

تاسو -ای دمحمد صلی الله علیه وسلم امته- په ایمان او عمل کې دټولو هغو امتونو څخه غوره امت یاست چې الله تعالی دخلکو لپاره راایستلي دي، او دټولو خلکو نه تاسو خلکو لره ډیره فایده ورکوونکی یاست، تاسو امر کوئ په هغو نیکو چې شرع پرې دلالت کوي او عقل یې ښه ګڼي، او له هغو بدیو څخه خلک منع کوئ چې شرعې ترې نهې کړې ده او عقل يې هم بد ګڼي، او تاسو په الله تعالی باندې کلک ایمان لرئ داسې ایمان چې عمل ورسره هم وي. او که چیرته اهل کتابو (یهودو او نصاراو ) په محمد -صلی الله علیه وسلم- باندې ایمان راوړی وی نو دا به ددوی لپاره په دنیا او آخرت دواړو کې ډيره بهتره وه. داهل کتابو څخه ډیر لږ خلک د-محمد صلی الله علیه وسلم- په راوړونکي شریعت ایمان راوړي، او ډیری له دوی څخه دالله تعالی له دین څخه وتلي دي

لَن يَضُرُّوكُمْ إِلَّآ أَذًۭى ۖ وَإِن يُقَـٰتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ ٱلْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنصَرُونَ ﴿١١١﴾

ای مومنانو- او چې هغوئ ستاسو سره څومره دښمني کوي نو تاسو ته او ستاسو دین ته هیڅ ضرر نشي دررسولی مګر په ژبه تکلیف دررسوي، چې ستاسو په دین پسې خبرې کوي، او تاسو پوري مسخرې کوي او داسی نور، او که چیرته تاسو سره جنګ وکړي نو ستاسو له مخې نه به ناکام تښتي، او په تاسو به هیڅکله بریالي نشي

ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ ٱلذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوٓا۟ إِلَّا بِحَبْلٍۢ مِّنَ ٱللَّهِ وَحَبْلٍۢ مِّنَ ٱلنَّاسِ وَبَآءُو بِغَضَبٍۢ مِّنَ ٱللَّهِ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ ٱلْمَسْكَنَةُ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا۟ يَكْفُرُونَ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ وَيَقْتُلُونَ ٱلْأَنۢبِيَآءَ بِغَيْرِ حَقٍّۢ ۚ ذَٰلِكَ بِمَا عَصَوا۟ وَّكَانُوا۟ يَعْتَدُونَ ﴿١١٢﴾

بی عزتي او ټیټوالی په یهودو پسی نښتی دی، چې هر ځای کې وي دوی به ذلیله او خوار وي، نو پس دوی نه شي بچ کیدی مګر په لوظ یا امن دالله تعالی له طرفه او یا دخلکو له طرفه، او اخته شول دوی په غضب دالله تعالی، او کېښودل شوه لوږه او غربت ګردچاپیره په دوی باندې، دا هر څه چې په دوی باندې وشو دا دوی د کفر له وجی نه دالله تعالی په آیتونو، او په سبب دقتلولو ددوی خپلو پیغمبرانو لره په ظلم سره، او همدارنګه په سبب دنافرمانۍ ددوی او په سبب دتجاوز ددوی د الله تعالی له پولو څخه

۞ لَيْسُوا۟ سَوَآءًۭ ۗ مِّنْ أَهْلِ ٱلْكِتَـٰبِ أُمَّةٌۭ قَآئِمَةٌۭ يَتْلُونَ ءَايَـٰتِ ٱللَّهِ ءَانَآءَ ٱلَّيْلِ وَهُمْ يَسْجُدُونَ ﴿١١٣﴾

ټول اهل کتاب ندي برابر پدې بد حال کې، بلکه له دوی څخه یوه ډله شته چې دالله تعالی په دین برابره ده، عمل کوونکې ده دالله تعالی په حکمونو او ځان ساتونکې ده دهغه له منهیاتو څخه، دالله تعالی آیتونه دشپې په څه حصه کې لولي او حال دا چې هغوئ لمونځ کوونکي وي الله تعالی ته، دا ډله دمحمد صلی الله علیه وسلم دپېغمبر کیدو څخه مخکې وه، او کومو چې يې دمحمد صلی الله علیه وسلم پیغمبري راګیره کړې وه نو ایمان يې راوړی وو

يُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ وَيَأْمُرُونَ بِٱلْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ ٱلْمُنكَرِ وَيُسَـٰرِعُونَ فِى ٱلْخَيْرَٰتِ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ مِنَ ٱلصَّـٰلِحِينَ ﴿١١٤﴾

ایمان لري په الله تعالی او په ورځ داخرت کلک ایمان، او امر کوي په نیکو او دخیر په کارونو، او منع کوي خلک له بدو او دشر له کارونو څخه، او وړاندي والی کوي دخیر کارونو ته، او دنیکیو وختونه غنیمت ګڼي، دغه کسان چې دا صفتونه لري دالله تعالی له بندګانو څخه هغه کسان دي چې نیتونه یې هم برابر دي او عملونه هم

وَمَا يَفْعَلُوا۟ مِنْ خَيْرٍۢ فَلَن يُكْفَرُوهُ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌۢ بِٱلْمُتَّقِينَ ﴿١١٥﴾

او هغه چې کوي يې دا خلک څه دخیر کار نه؛ که لږ وي او که ډیر، نو بس ددوی ثواب به نه ضایع کیږی، او ددوی اجر به هم نه کمیږي، او الله تعالی ښه پوهه دې په متقیانو باندې هغه کسان چې دالله تعالی اوامر عملي کوي، او له منهیاتو څخه یې ځان ساتي، نشي پټیدلی په هغه باندې ددوی له اعمالو څخه هیڅ شی، او خامخا به ورله پرې بدله ورکوي. مخ ۱۷ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَن تُغْنِىَ عَنْهُمْ أَمْوَٰلُهُمْ وَلَآ أَوْلَـٰدُهُم مِّنَ ٱللَّهِ شَيْـًۭٔا ۖ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلنَّارِ ۚ هُمْ فِيهَا خَـٰلِدُونَ ﴿١١٦﴾

بیشکه هغه کسان چې کفر یې کړی په الله تعالی او دهغه په پیغمبرانو هیڅ کله به دفع نه کړي دهغوی نه مالونه دهغوی او اولادونه دهغوی دالله تعالی دعذاب نه هیڅ شی، دهغوی نه به عذاب دفع نه کړي، او نه به هغوی ته دالله تعالی رحمت راجلب کړي، بلکه نور به ورله هم عذاب او پښیمانتیا زیاته کړي، او دغه کسان خاص هم دوی دجهنم داور والا دي چې تل به پکې وي

مَثَلُ مَا يُنفِقُونَ فِى هَـٰذِهِ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا كَمَثَلِ رِيحٍۢ فِيهَا صِرٌّ أَصَابَتْ حَرْثَ قَوْمٍۢ ظَلَمُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ فَأَهْلَكَتْهُ ۚ وَمَا ظَلَمَهُمُ ٱللَّهُ وَلَـٰكِنْ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿١١٧﴾

مثال دهغه څه چې دا کافران یې خرچ کوي دنیکیو په لا رو کې، او هغه چې دوی یې دثواب انتظار کوي؛ دهغه باد په شان دي چې هغه کې سخته یخني وي او د داسي یو قوم فصل او کښت ته ورسیږي چې دګناهونو او نورو نافرمانیو له امله یې په خپلو ځانونو ظلم کړی وي، نو پس دهغوی فصل تباه شي، او حال دا چې هغوی ترې دډیر خیر طمع لرله، نو لکه څرنګه چې دې باد دا فصل تباه او هلاک کړ او هیڅ فایده يې ترې وانه خسته، همدا رنګه کفر ددوی دهغو نیکو اعمالو ثواب بربادوي چې دوی یې امید لري، او الله تعالی په دوی ظلم ندی کړی -الله تعالی ډیر لوی دی لدې کار څخه- بلکه دوی په خپلو ځانونو ظلم کړی په سبب د کفر کولو ددوی په الله تعالی باندې او په سبب دتکذیب ددوی دالله تعالی دپیغمبرانو

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَتَّخِذُوا۟ بِطَانَةًۭ مِّن دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًۭا وَدُّوا۟ مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ ٱلْبَغْضَآءُ مِنْ أَفْوَٰهِهِمْ وَمَا تُخْفِى صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ ۚ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ ٱلْـَٔايَـٰتِ ۖ إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ ﴿١١٨﴾

ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او دهغه دپیغمبر تابعداري مو کړې! تاسو له مومنانو پرته بل څوک ملګری او رازدار مه نیسئ، چې تاسو ورته خپل رازونه وايئ او خپل خاص احوال ورته ورښایئ، نو پس هغوی چې دي تاسو ته په ضرر در اړولو کې کمی نه کوي او ستاسو دحالاتو په خرابولو کې هم کمی نه کوي، ارزو لري دهغه څه چې تاسو ته ضرر دررسوي او په تاسو باندې مشقت کیږی، په تحقیق سره بدي او دښمني دهغوئ په ژبو راښکاره شوي، چې ستاسو په دین پسې خبرې کوي، او ستاسو تر منځ دښمني اچوي، او ستاسو رازونه ښکاره کوي، او هغه کینه چې هغوی یې په سینو کې پټه ساتي ډیره زیاته ده، مونږ بیان کړل -ای مومنانو- تاسو ته ښکاره دلیلونه په هغه څه باندې چې ستاسو پکې خیر او مصلحت دی په دنیا او اخرت کې، که چیرته تاسو پوهیږئ په هغه څه چې تاسو ته د خپل رب له طرف نه نازل شوي

هَـٰٓأَنتُمْ أُو۟لَآءِ تُحِبُّونَهُمْ وَلَا يُحِبُّونَكُمْ وَتُؤْمِنُونَ بِٱلْكِتَـٰبِ كُلِّهِۦ وَإِذَا لَقُوكُمْ قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا وَإِذَا خَلَوْا۟ عَضُّوا۟ عَلَيْكُمُ ٱلْأَنَامِلَ مِنَ ٱلْغَيْظِ ۚ قُلْ مُوتُوا۟ بِغَيْظِكُمْ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ ﴿١١٩﴾

خبردار شئ تاسو -ای مومنانو- تاسو مینه کوئ ددغه قوم سره، او دهغوی لپاره خیر غواړئ، حال داچې هغوی ستاسو سره مینه نه کوي، او ستاسو لپاره خیر هم نه غواړي، بلکه ستاسو سره بغض او کینه کوي، او تاسو په ټولو اسماني کتابونو ایمان لرئ، چی په هغه کې دهغوی اسماني کتابونه هم دي، او حال دا چې هغوی په هغه کتاب ایمان نه لري کوم چې ستاسو په پیغمبر باندې نازل شوی دی، او کله چې ستاسو سره مخ شي نو هغوی په خپلو ژبو باندې وایې: مونږ تصدیق کوو ستاسو ددین، او کله چې دیو بل سره ځان له شی نو چیچي دخپلو نوکانو سرونه دغم او دغصې له امله، په سبب دهغه یووالي چې تاسو پرې یاست، او ستاسو دکلمې دیووالي له امله، او په سبب دعزت داسلام، او دهغه ذلیل حالت په وجه چې هغوی پکې دي. ته ووایه -ای پیغمبره- دغه قوم ته: پاتې شئ په هغه حالت کې چې تاسو پرې یاست، تر دې چې مړه شئ دغم او غصی له وجې، بیشکه الله تعالی پوهه دی په هغه څه چې په سینو کې دي دایمان او کفر نه، او دخیر او شر نه

إِن تَمْسَسْكُمْ حَسَنَةٌۭ تَسُؤْهُمْ وَإِن تُصِبْكُمْ سَيِّئَةٌۭ يَفْرَحُوا۟ بِهَا ۖ وَإِن تَصْبِرُوا۟ وَتَتَّقُوا۟ لَا يَضُرُّكُمْ كَيْدُهُمْ شَيْـًٔا ۗ إِنَّ ٱللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌۭ ﴿١٢٠﴾

ای مومنانو- که چیرته تاسو ته څه نعمت درورسیږي پر دښمن برلاسی او یا په مال او اولاد کې ډیروالی، نو دوی ته پرې غم او خفګان رسیږي، او که چیرته تاسوته څه تکلیف درورسیږی لکه ددښمن غلبه په تاسو باندې او یا په مال او اولاد کې کمي، نو هغوی پدې باندې خوشحالیږی، او ستاسو په هر مصیبت باندې خوشحالیږی، او که چیرې تاسو دالله تعالی په اوامرو او دهغه په تقدیر باندې صبر وکړئ، او دهغه له غصې نه ځان وساتئ؛ نو تاسو ته دهغوی چلونه او تکلیفونه هیڅ ضرر نه شی دررسولی، بیشکه الله تعالی په هغو چلونو ښه پوهیږی چې دوی یې کوي، او دوی به ناهیلي وګرځوي. مخ ۱۸ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَإِذْ غَدَوْتَ مِنْ أَهْلِكَ تُبَوِّئُ ٱلْمُؤْمِنِينَ مَقَـٰعِدَ لِلْقِتَالِ ۗ وَٱللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿١٢١﴾

او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې ته دورځې په اول کې دمدینې منورې څخه احد ته دکافرانو دجنګ لپاره ووتلې، کله چې تا تیارول مومنان په خپلو ځایونو کې د جنګ لپاره، نو پس هر یو کس ته دې خپل ځای ورښوده، او الله تعالی اوریدونکی دی ستاسو دویناګانو، پوهه دی ستاسو په کارونو

إِذْ هَمَّت طَّآئِفَتَانِ مِنكُمْ أَن تَفْشَلَا وَٱللَّهُ وَلِيُّهُمَا ۗ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ ٱلْمُؤْمِنُونَ ﴿١٢٢﴾

یاد کړه -ای پیغمبره- هغه څه چې واقع شوي ودوو ډلو مومنانو ته د-بني سلمه او بني حارثه- څخه کله چې هغوی کمزوري ښکاره کړه، او دبیرته واپس کیدو هوډ یې وکړ، کله چې منافقان بیرته وګرځیدل، او الله تعالی مرسته وکړه ددوی سره چې کلک یې کړل په جنګ کولو او راویې ګرځول دهغه څه نه چې دوی یې قصد کړی و، او په ټولو حالاتو کې دې مؤمنان یواځې په الله تعالی باور وکړي

وَلَقَدْ نَصَرَكُمُ ٱللَّهُ بِبَدْرٍۢ وَأَنتُمْ أَذِلَّةٌۭ ۖ فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿١٢٣﴾

او یقینا الله تعالی ستاسو مرسته کړې وه دمشرکینو پر خلاف دبدر په جنګ کې؛ حال دا چې تاسو کمزوري ګڼل کیدلئ او دا ځکه چې ستاسو عدد او دجنګ آلات کم وو، نو بس تاسو دالله تعالی څخه وویریږئ ددې لپاره چې تاسو دهغه دنعمتونو شکر ادا کړئ

إِذْ تَقُولُ لِلْمُؤْمِنِينَ أَلَن يَكْفِيَكُمْ أَن يُمِدَّكُمْ رَبُّكُم بِثَلَـٰثَةِ ءَالَـٰفٍۢ مِّنَ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةِ مُنزَلِينَ ﴿١٢٤﴾

یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې تا مومنانو ته ویل پداسې حال کې چې تا هغوی دجنګ بدر په میدان کې مضبوطول وروسته دهغه نه چې هغوی اوریدلی وو چې مشرکانو ته به مرسته راځي. آیا تاسو لره دا بس ندي چې الله تعالی ستاسو مرسته وکړي په درې زره ملایکو سره چې له اسمان څخه رالیږلی شوې وې دالله تعالی له طرفه ددې لپاره چې تاسو دجنګ په میدان کې مضبوط شئ

بَلَىٰٓ ۚ إِن تَصْبِرُوا۟ وَتَتَّقُوا۟ وَيَأْتُوكُم مِّن فَوْرِهِمْ هَـٰذَا يُمْدِدْكُمْ رَبُّكُم بِخَمْسَةِ ءَالَـٰفٍۢ مِّنَ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةِ مُسَوِّمِينَ ﴿١٢٥﴾

ولی نه! دا ستاسو لپاره بس کیږی. او ستاسو لپاره دالله تعالی له طرفه دمرستې یو بل زیری دی: که چیرته تاسو په جنګ باندې صبر وکړ او دالله تعالی څخه وویریدئ، او ستاسو دښمنانو ته مرسته راشي په همدغه وخت کې چې ستاسو طرف ته په تلوار سره راروان وي، که چیرته دا کار وشو ستاسو رب به ستاسو مرسته په پنځه زره ملایکو وکړي چې په خپلو ځانونو او آسونو به یې دجنګ ښکاره نښې لګولې وي

وَمَا جَعَلَهُ ٱللَّهُ إِلَّا بُشْرَىٰ لَكُمْ وَلِتَطْمَئِنَّ قُلُوبُكُم بِهِۦ ۗ وَمَا ٱلنَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ ٱللَّهِ ٱلْعَزِيزِ ٱلْحَكِيمِ ﴿١٢٦﴾

او الله تعالی ندی ګرځولی دا کومک او مرسته دملایکو په واسطه مګر ستاسو لپاره دخوشحالۍ خبر، چې ستاسو زړونه پرې مطمئن شي، او که دا نه وي نو بیشکه حقیقي غلبه یواځې په ظاهري اسبابو سره نه ده، بلکه یقینا حقیقي غلبه دالله تعالی له طرفه ده چې زورور دی هیڅوک پري نه شې غالبه کیدلی، حکمت والا دی په خپل تقدیر او خپل شریعت کې

لِيَقْطَعَ طَرَفًۭا مِّنَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ أَوْ يَكْبِتَهُمْ فَيَنقَلِبُوا۟ خَآئِبِينَ ﴿١٢٧﴾

دا غلبه چې دبدر په غزا کې تاسو ته الله تعالی درکړه پدې سره الله تعالی غوښتل چې هلاکه کړي یوه ډله دهغو کسانو څخه چې کفر یې کړی؛ په قتل سره، او ذلیله کړي بله ډله دکافرانو، او غوصه کړي دوی په ناکامۍ ددوی سره، نو پس واپس به شي مکې ته په ناکامۍ او ذلت سره

لَيْسَ لَكَ مِنَ ٱلْأَمْرِ شَىْءٌ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ أَوْ يُعَذِّبَهُمْ فَإِنَّهُمْ ظَـٰلِمُونَ ﴿١٢٨﴾

هر کله چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم دمشرکانو مشرانو ته دهلاکت دعا وکړه وروسته دهغه حالت نه چې په احد جنګ کې رامنځ ته شو؛ الله رب العزت ورته وویل: تا لره ددوی داختیار نه هیڅ شی نشته، بلکه ټول اختیار خاص الله تعالی لره دی، نو پس ته صبر وکړه تر دې چې الله تعالی ستاسو تر منځ فیصله وکړي، او یا مخ ۱۹ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر الله تعالی هغوی ته دتوبې توفیق ورکړي نو پس اسلام به قبول کړي، او یا به په خپل کفر باندې همیشوالی وکړي نو الله تعالی به ورته عذاب ورکړي، بیشکه چې دوی په دغه وخت کې ظالمان دي دعذاب مستحق (وړ) دي

وَلِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۚ يَغْفِرُ لِمَن يَشَآءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَآءُ ۚ وَٱللَّهُ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿١٢٩﴾

او خاص دالله تعالی په اختیار کې دي هر هغه څه چې په اسمانونو کې دي او هر هغه څه چې په ځمکه کې دي؛ که پیدایښت دی او که تدبیر ددوی دکارونو، بخښی ګناهونه چاته چې وغواړي دخپلو بندګانو څخه په خپل رحمت سره، او عذاب ورکوي چاته چې وغواړي په خپل عدل سره، او الله تعالی بخښنه کوونکی دی هغه چاته چې توبه وباسي دخپلو بندګانو څخه، رحم کوونکی دی په هغوی باندې

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَأْكُلُوا۟ ٱلرِّبَوٰٓا۟ أَضْعَـٰفًۭا مُّضَـٰعَفَةًۭ ۖ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿١٣٠﴾

ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی په الله تعالی باندې او دهغه درسول تابعداري مو کړې ده، دسود اخیستلو څخه ځان وساتئ چې زیات چندونه اخلئ دخپل هغه رأس المال څخه چې تاسو قرض ورکړی وي، لکه څرنګه به چې دجاهلیت والاو کول، او وویریږئ له الله تعالی څخه دهغه دحکمونو په عملي کولو سره او د هغه دمنهیاتو څخه په ځان ساتلو سره، ددې لپاره چې تاسو حاصل کړئ هغه خیر چې تاسو يې په دنیا او اخرت کې غواړئ

وَٱتَّقُوا۟ ٱلنَّارَ ٱلَّتِىٓ أُعِدَّتْ لِلْكَـٰفِرِينَ ﴿١٣١﴾

ستاسو او دهغه اور تر منځ چې الله تعالی دکافرانو لپاره تیار کړی دی دژغورلو یوه ذریعه وګرځوئ؛ او هغه دا چې نیک عملونه وکړئ او له حرامو څخه ځان وساتئ

وَأَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَٱلرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿١٣٢﴾

او دالله او درسول پيروي وکړئ دهغوی داوامرو په منلو او له منهیاتو یې په ځان ژغورلو سره، ښایې دالله رحمت په دنیا او اخرت کې لا سته راوړئ

۞ وَسَارِعُوٓا۟ إِلَىٰ مَغْفِرَةٍۢ مِّن رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا ٱلسَّمَـٰوَٰتُ وَٱلْأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ ﴿١٣٣﴾

او تلوار وکړئ او دیو بل نه مخکې والی وکړئ نیکو کارونو کولو ته، او په ځان نږدې کولو سره الله تعالی ته په مختلفو طاعتونو سره؛ ددې لپاره چې تاسو دالله تعالی له طرفه لوی مغفرت حاصل کړئ، او ننوځئ داسې جنتونو ته چې پراخوالی یې داسمانونو او ځمکو په شان دی، دغه جنت الله تعالی دخپلو پرهیزګارانو بندګانو لپاره تیار کړی دی

ٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ فِى ٱلسَّرَّآءِ وَٱلضَّرَّآءِ وَٱلْكَـٰظِمِينَ ٱلْغَيْظَ وَٱلْعَافِينَ عَنِ ٱلنَّاسِ ۗ وَٱللَّهُ يُحِبُّ ٱلْمُحْسِنِينَ ﴿١٣٤﴾

پرهیزګاران هغه کسان دي چې خپل مالونه دالله تعالی په لا ره کې خرچ کوي، داسانتیا (مالدارۍ) او تنګستیا (غریبۍ) په حالاتو کې، او کنټرولونکي دي خپلې غصی لره؛ سره لدې نه چې دانتقام وسه او طاقت هم لري، او تیریږی (معافی کوي) دهغه چا نه چې ظلم یې پری کړې وي، او الله تعالی خوښوي نیکان خلک چې په دې صفتونو باندې خپل اخلاق برابروي

وَٱلَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا۟ فَـٰحِشَةً أَوْ ظَلَمُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ ذَكَرُوا۟ ٱللَّهَ فَٱسْتَغْفَرُوا۟ لِذُنُوبِهِمْ وَمَن يَغْفِرُ ٱلذُّنُوبَ إِلَّا ٱللَّهُ وَلَمْ يُصِرُّوا۟ عَلَىٰ مَا فَعَلُوا۟ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿١٣٥﴾

يصر وا عل ما فعلوا وهم يعلمون ى او دا متقیان هغه کسان دي چې کله غټه ګناه وکړي، او یا کم کړي خپل ثواب په کولو دوړو ګناهونو، نو الله تعالی یاد کړي، او دالله تعالی وعید (اخطار) نافرمانو خلکو ته راپه یادکړي، او پرهیزګارانو سره دهغه وعدې هم راپه یادې کړي، نو بس غواړي دخپل رب څخه -داسې حال کې چې پښیمانه وي په خپلو ګناهونو- پټول د دوی دګناهونو او نه رانیول دهغوی په دغو ګناهونو سره؛ ځکه چې ګناهونه نه بخښی مګر یواځې الله تعالی، او په خپلو ګناهونو همیشوالی نه کوي، او پدې هم پوهیږي چې دوی ګناهکار دي، او یقینا الله تعالی ټول ګناهونه بخښي. مخ ۲۰ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

أُو۟لَـٰٓئِكَ جَزَآؤُهُم مَّغْفِرَةٌۭ مِّن رَّبِّهِمْ وَجَنَّـٰتٌۭ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ خَـٰلِدِينَ فِيهَا ۚ وَنِعْمَ أَجْرُ ٱلْعَـٰمِلِينَ ﴿١٣٦﴾

دغه کسان چې ددې خایسته صفتونو والا دي، او ددې خایسته خصلتونو والا دي، ثواب ددوئ دا دی چې الله تعالی ددوی ګناهونه پټ کړي، او ورته ترې تېر شي، او دوی لره په اخرت کې جنتونه دي چې بهیږی به لا ندې دماڼیو دهغې نه ویالې، اوسیږي به دوی په دې کې تل، او ډیره خایسته ده دا بدله دهغه چا چې د الله تعالی په طاعت باندې عمل کوي

قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِكُمْ سُنَنٌۭ فَسِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَٱنظُرُوا۟ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلْمُكَذِّبِينَ ﴿١٣٧﴾

او هر کله چې مومنان وازمایل شو په هغه څه چې دوی ته داحد په ورځ رسیدلي و، الله تعالی دوی ته دتعزیې په شکل وویل: یقینا تیرې شوې دي مخکي ستاسو نه د الله تعالی مختلفې طریقې په هلاکولو دکافرانو کې، او ګرځولی یې دی ښه انجام مومنانو لره وروسته دازمایښت (امتحان) څخه، نو بس تاسو په ځمکه کې وګرځئ او دعبرت په نظر وګورئ چې الله تعالی او دهغه رسول صلی الله علیه وسلم ته ددروغو نسبت کوونکو خلکو انجام څرنګه و؟ کورونه یې ړنګ شول، او بادشاهي يې هم ختمه شوه. هذا بيان للناس وهدى وموعظة للمتقين

هَـٰذَا بَيَانٌۭ لِّلنَّاسِ وَهُدًۭى وَمَوْعِظَةٌۭ لِّلْمُتَّقِينَ ﴿١٣٨﴾

دا قران کریم دحق دبیان لپاره دی او ویره ورکوونکی دی ټولو خلکو لره دباطل نه، او دا ښودنه کوونکی دی دهدایت طرف ته، او منع کوونکی دی متقیانو لره؛ ځکه چې هم دوی ددې قران دهدایت اولا رښودنې څخه استفاده کوي

وَلَا تَهِنُوا۟ وَلَا تَحْزَنُوا۟ وَأَنتُمُ ٱلْأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿١٣٩﴾

او تاسو مه کمزوي کیږئ -ای مومنانو- او غم مه کوئ په هغه څه چې تاسو ته دد احد دجنګ په ورځ درورسیدل؛ او دا ستاسو لپاره مناسب هم نه ده، ځکه چې تاسو دایمان په وجه غالب او اوچت یاست، او دالله تعالی دمرستې، او دهغه دمدد دامید ساتلو په وجه تاسو غالب یاست، که چیرته تاسې په الله تعالی ایمان لرونکي یاست، او یقین کوونکي یاست دهغه په وعدو دخپلو پرهیزګارانو بندګانو سره

إِن يَمْسَسْكُمْ قَرْحٌۭ فَقَدْ مَسَّ ٱلْقَوْمَ قَرْحٌۭ مِّثْلُهُۥ ۚ وَتِلْكَ ٱلْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ ٱلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَيَتَّخِذَ مِنكُمْ شُهَدَآءَ ۗ وَٱللَّهُ لَا يُحِبُّ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿١٤٠﴾

که چیری تاسو ته دررسیدلي وو -ای مومنانو- زخمونه او مرګ دجنګ احد په ورځ، نو یقینا کافرانو ته هم ستاسو په شان زخمونه او مرګ وررسیدلی و، او ورځې چې دي الله تعالی یې اړوي را اړوي دخلکو ترمنځ که مسلمان وي او که کافر څرنګه چې دالله تعالی خوښه وي دکامیابۍ او ناکامۍ نه؛ دغټو حکمتونو له وجی نه؛ چی ځینې يې دا دي: چې حقیقي مسلمانان پکې دمنافقانو څخه ښکاره شي، او ځینې يې دا دي: چې ونازوي چا لره چې وغواړي په شهادت سره په خپله لا ره کې، او الله تعالی نه خوښوي تیری کوونکي په خپلو ځانونو چې دالله تعالی په لا ره کې یې جهاد پریښودی وي

وَلِيُمَحِّصَ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَيَمْحَقَ ٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿١٤١﴾

او ددې حکمتونو څخه دا دي: پاکول دمومنانو دخپلو ګناهونو څخه، او پاکول صفونه دمومنانو له منافقانو څخه، او ددې لپاره چې کافران تباه شي او ختم شي

أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُوا۟ ٱلْجَنَّةَ وَلَمَّا يَعْلَمِ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ جَـٰهَدُوا۟ مِنكُمْ وَيَعْلَمَ ٱلصَّـٰبِرِينَ ﴿١٤٢﴾

آیا ګمان کوئ تاسو -ای مومنانو- چې جنت ته به ننوځئ پرته له امتحان او صبر نه چې پدې سره دالله تعالی په لا ره کې حقیقي مجاهدین ښکاره شي، او ښکاره شي هغه صبر کوونکي په هغو تکلیفونو چې دوی ته په جهاد کې رسیږي؟! مخ ۲۱ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَلَقَدْ كُنتُمْ تَمَنَّوْنَ ٱلْمَوْتَ مِن قَبْلِ أَن تَلْقَوْهُ فَقَدْ رَأَيْتُمُوهُ وَأَنتُمْ تَنظُرُونَ ﴿١٤٣﴾

او یقینا وئ تاسو ای -مومنانو- چې کافرانو سره مو دمخامخ جنګ هیله او ارزو ددې لپاره کوله چې دالله تعالی په لا ره کې شهادت حاصل کړئ، لکه څرنګه چې ستاسو وروڼو دجنګ بدر په ورځ حاصل کړی ومخکې لدې نه چې تاسو دمرګ داسبابو او سختیو سره مخامخ شئ، نو بس دا دی تاسو ولیده داحد په ورځ هغه څه چې تاسو یې تمنا کوله، او تاسو ورته مخامخ کتل

وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌۭ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ ٱلرُّسُلُ ۚ أَفَإِي۟ن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ ٱنقَلَبْتُمْ عَلَىٰٓ أَعْقَـٰبِكُمْ ۚ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ ٱللَّهَ شَيْـًۭٔا ۗ وَسَيَجْزِى ٱللَّهُ ٱلشَّـٰكِرِينَ ﴿١٤٤﴾

او نه ومحمد -صلی الله علیه وسلم- مګر یو پیغمبر ود ډلی دهغو پیغمبرانو څخه چې مخکې دده نه تیر شوي دي، مړه شوي او یا وژل شوي (شهیدان شوی) دي، نو آیا که محمد -صلی الله علیه وسلم- مړ شو او یا ووژل شو (شهید شو) نو تاسو به دخپل دین څخه واوړئ، او جهاد به پریږدئ؟! او څوک چې ستاسې څخه دخپل دین نه واوړي یقینا الله تعالی ته هیڅ ضرر نشي رسولی؛ ځکه چې هغه قوي او زورور ذات دي، بلکه دا مرتد انسان خپل ځان ته ضرر رسوي چې ددنیا او اخرت د تاوان سره يې مخ کوي، او خامخا بدله به ورکړي الله تعالی شکر کذارو ته خایسته بدله دوجی دثابت پاتې کیدلو ددوی په خپل دین باندې، او دوجی دجهاد کولو ددوی دهغه په لا ره کې

وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَن تَمُوتَ إِلَّا بِإِذْنِ ٱللَّهِ كِتَـٰبًۭا مُّؤَجَّلًۭا ۗ وَمَن يُرِدْ ثَوَابَ ٱلدُّنْيَا نُؤْتِهِۦ مِنْهَا وَمَن يُرِدْ ثَوَابَ ٱلْـَٔاخِرَةِ نُؤْتِهِۦ مِنْهَا ۚ وَسَنَجْزِى ٱلشَّـٰكِرِينَ ﴿١٤٥﴾

او نشته هیڅ یو نفس لره چې مړ شي مګر په قضا او حکم دالله تعالی، وروسته له هغه نه چې پوره شي هغه موده چې الله تعالی ورله لیکلي وي او هغه لره یې دمرګ وخت ګرځولی وي، چې نه دهغه څخه زیاتیږی او نه کمیږی. او هر هغه څوک چې غواړي په خپل عمل سره بدله ددنیا ورکوو مونږ هغه ته په هغه اندازه چې دې ته ددنیا څخه لیکل شوي وي، او په آخرت کې به دهغه لپاره هيڅ بدله نه وي، او څوک چې په خپل عمل سره په آخرت کې دالله تعالی ثواب او بدله غواړي مونږ به یې ورته دهغه څخه ورکړو، او خامخا بدله ورکوو مونږ هغه چاته چې شکر ګذار وي بدله لویه

وَكَأَيِّن مِّن نَّبِىٍّۢ قَـٰتَلَ مَعَهُۥ رِبِّيُّونَ كَثِيرٌۭ فَمَا وَهَنُوا۟ لِمَآ أَصَابَهُمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَمَا ضَعُفُوا۟ وَمَا ٱسْتَكَانُوا۟ ۗ وَٱللَّهُ يُحِبُّ ٱلصَّـٰبِرِينَ ﴿١٤٦﴾

او څومره ډیر له انبیاو څخه جنګ کړی ود هغه په ملګرتیا ډیرو ډلو دهغو له ملګرو څخه، نو پس هغوی بزدله شوي نه وو دجهاد نه دهغو زخمونو او مرګونو له امله چې دوی ته دالله تعالی په لا ره کې رسیدلي وو، او ددښمن دجنګ څخه هم نه وو سست شوي، او دښمن ته یې غاړه هم نه وه کېښودلې، بلکه صبر یې کړی واو مضبوط پاتي شوي وو، او الله تعالی مینه کوي له هغه چا سره چې دالله تعالی په لا ره کې په سختیو او تکلیفونو صبر کوي

وَمَا كَانَ قَوْلَهُمْ إِلَّآ أَن قَالُوا۟ رَبَّنَا ٱغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَإِسْرَافَنَا فِىٓ أَمْرِنَا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَٱنصُرْنَا عَلَى ٱلْقَوْمِ ٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿١٤٧﴾

او نه وه دعا ددې صبر کوونکو خلکو کله چې په هغوی باندې مصیبتونه راغلل مګر دا چې ویل به یې: ای ربه زمونږه! وبخښه مونږ ته ګناهونه زمونږ او زیاتی زمونږ په دین خپل کې، او مضبوط کړه قدمونه زمونږ ددښمن سره دمخامخ کیدو په وخت کې، او غالب کړه مونږ په هغه قوم چې په تا یې کفر کړی دی

فَـَٔاتَىٰهُمُ ٱللَّهُ ثَوَابَ ٱلدُّنْيَا وَحُسْنَ ثَوَابِ ٱلْـَٔاخِرَةِ ۗ وَٱللَّهُ يُحِبُّ ٱلْمُحْسِنِينَ ﴿١٤٨﴾

نو پس ورکړه الله تعالی دوی ته بدله ددنیا؛ په غلبې او قدرت سره، او وریې کړه دوی ته ښایسته بدله په آخرت کې چې راضي شو له دوي نه او دنعمتونو په جنتونو کې یې نه ختمیدونکي نعمتونه ورکړل، او الله تعالی خاص مینه کوي دهغه چا سره چې په ښایسته طریقې سره خپل عبادتونه او معاملات کوي. مخ ۲۲ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِن تُطِيعُوا۟ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ يَرُدُّوكُمْ عَلَىٰٓ أَعْقَـٰبِكُمْ فَتَنقَلِبُوا۟ خَـٰسِرِينَ ﴿١٤٩﴾

ای هغه کسانو چې په الله تعالی باندې مو ایمان راوړی او دهغه درسول تابعداري مو کړې، که چیرته تاسو تابعداري وکړئ دهغه کسانو چې کفر يې کړی دی له یهودو او نصاراو او مشرکانو څخه، په هغه څه کې چې تاسو ته پرې امر کوي له ګمراهۍ نه، بېرته به وګرځوي تاسو وروسته له ایمان ستاسو نه -هغه څه ته چې هغوی پکې دی- کافران، نو بس تاسو به وګرځئ تاوانیان په دنیا او اخرت کې

بَلِ ٱللَّهُ مَوْلَىٰكُمْ ۖ وَهُوَ خَيْرُ ٱلنَّـٰصِرِينَ ﴿١٥٠﴾

دا کافران ستاسو مرسته نه کوي که تاسو دهغوی تابعداري وکړئ، بلکه الله تعالی یوازې ستاسې مرسته کوي ستاسو ددښمن په مقابل کې، نو پس تاسو دالله تعالی تابعداري وکړئ، او هغه پاک ذات له غوره مرسته کوونکو څخه دی، نو بس تاسو له هغه څخه وروسته هیچاته اړتیا نه لرئ

سَنُلْقِى فِى قُلُوبِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ٱلرُّعْبَ بِمَآ أَشْرَكُوا۟ بِٱللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِۦ سُلْطَـٰنًۭا ۖ وَمَأْوَىٰهُمُ ٱلنَّارُ ۚ وَبِئْسَ مَثْوَى ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿١٥١﴾

زر دی چې مونږ به دهغه کسانو په زړونو کې سخته ویره وغورځوو چې په الله تعالی باندې یې کفر کړی، تر دې چې هغوي به ستاسو سره دجنګ کولو مقاومت ونلري په سبب دشریک جوړولو ددوی له الله تعالی سره نور معبودان؛ چې هغوی یې په خپلو خواهشاتو بندګي کړې وه، په دوی باندې دالله تعالی له طرفه دهغوی د بندګۍ کولو څه دلیل نه وراغلی، او ځای داوسیدلو ددوی چې دوی به ورته ورګرځي په آخرت کې اور دجهنم دی، او دجهنم اور ډیر بد ځای داوسیدو دی د ظالمانو لپاره

وَلَقَدْ صَدَقَكُمُ ٱللَّهُ وَعْدَهُۥٓ إِذْ تَحُسُّونَهُم بِإِذْنِهِۦ ۖ حَتَّىٰٓ إِذَا فَشِلْتُمْ وَتَنَـٰزَعْتُمْ فِى ٱلْأَمْرِ وَعَصَيْتُم مِّنۢ بَعْدِ مَآ أَرَىٰكُم مَّا تُحِبُّونَ ۚ مِنكُم مَّن يُرِيدُ ٱلدُّنْيَا وَمِنكُم مَّن يُرِيدُ ٱلْـَٔاخِرَةَ ۚ ثُمَّ صَرَفَكُمْ عَنْهُمْ لِيَبْتَلِيَكُمْ ۖ وَلَقَدْ عَفَا عَنكُمْ ۗ وَٱللَّهُ ذُو فَضْلٍ عَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿١٥٢﴾

او الله ستاسو سره داحد په ورځ ستاسو ددښمن پر وړاندې دمرستې کړې ژمنه پوره کړه، کله چې تاسې هغوی دالله په امر سخت وژل آن تردې چې کله تاسې وډار شوئ او له هغه څه کمزوري شوئ چې رسول درته پرې امر کړی واو په خپلو ځايونو کې پر پاتې کېدو يا پرېښودو او ولجو په را ټولولو کې مو اختلاف وکړ او له رسول مو دهغه په دغه امر کې سرغړونه وکړه چې په خپلو ځایونو کې په هر حال دپاتې کېدو په اړه يې درته کړی و، دغه څه وروسته له هغه له تاسو واقع شول چې الله تاسو ته پر دښمن مو هغه بريا در وښودله چې خوښوله مو، له تاسو ځينې مو ددنيا ولجې خوښوي او دوی هغه کسان دي چې خپل ځايونه يې پرېښودل، او ځينې مو د آخرت ثواب غواړي او هغوی هغه کسان دي چې پر خپلو ځايونو پاتې شول چې درسول دامر منونکي وو، بيا الله تاسو له هغوی وګرځولاست او هغوی يې پر تاسو مسلط کړل، ترڅو مو وازمويي، چې کړاو زغمونکی مؤمن له هغه چا بېل کړي چې پښې يې ښويدلې دي او نفس يې کمزوری شوی دی، او پرته له شکه الله درسول له امره دسړونې په اړه هغوی ته بخښنه وکړه چې ترسره کړې يې وه او الله پر مؤمنانو دلوی فضل والا دی، دا چې ايمان ته يې دهغوی لا رښوونه وکړه، له ګناهونو يې بخښنه ورته وکړه او پر کړاوونو يې ثواب ورکړ

۞ إِذْ تُصْعِدُونَ وَلَا تَلْوُۥنَ عَلَىٰٓ أَحَدٍۢ وَٱلرَّسُولُ يَدْعُوكُمْ فِىٓ أُخْرَىٰكُمْ فَأَثَـٰبَكُمْ غَمًّۢا بِغَمٍّۢ لِّكَيْلَا تَحْزَنُوا۟ عَلَىٰ مَا فَاتَكُمْ وَلَا مَآ أَصَـٰبَكُمْ ۗ وَٱللَّهُ خَبِيرٌۢ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿١٥٣﴾

یاد کړئ -ای مومنانو- هغه وخت کله چې تاسو لرې کیدلئ په ځمکه کې تښتیدونکي داحد دجنګ په ورځ، کله چې تاسو ته درسول الله صلی الله علیه وسلم د حکم دمخالفت له امله ناکامي درورسیدله، او ستاسو څخه هیڅ یو کس بل ته نه کتل، او رسول -صلی الله علیه وسلم- درته دشا طرف نه اوازونه کول چې ستاسو او دمشرکینو تر منځ وو او دا یې ویل: زما طرف ته راشئ دالله تعالی بندګانو! زما طرف ته راشئ دالله تعالی بندګانو! نو بس الله تعالی تاسو ته دغنیمت او غلبې دلاسه ورکولو په وجه درد او غم درکړ، چې ورپسی وو نور دردونه او غمونه، او هغه اوازه چې ستاسو په منځ کې خپره شوه چې پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- وژل شوی (شهید) شوی دی، او الله تعالی دا په تاسو باندې ځکه راوستل چې تاسو خفه نه شئ په هغه غنیمت او غلبې چې ستاسو څخه پاتې شوي وو، او نه په هغه مرګ او زخمونو چې تاسو ته دررسیدلی وو، وروسته له هغه نه چې تاسو ته ښکاره شوه چې پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- نه دی وژل شوی، نو پر تاسو باندې دغه مصیبت او درد سپک شو، او الله تعالی خبردار دی په هغه کارونو چې تاسو یې کوئ، په هغه باندې ستاسو دزړونو هیڅ حال پټ نه پاتې کیږي، او نه ستاسو داندامونو کوم عمل مخ ۲۳ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر په هغه باندې پټ پاتی کیږي

ثُمَّ أَنزَلَ عَلَيْكُم مِّنۢ بَعْدِ ٱلْغَمِّ أَمَنَةًۭ نُّعَاسًۭا يَغْشَىٰ طَآئِفَةًۭ مِّنكُمْ ۖ وَطَآئِفَةٌۭ قَدْ أَهَمَّتْهُمْ أَنفُسُهُمْ يَظُنُّونَ بِٱللَّهِ غَيْرَ ٱلْحَقِّ ظَنَّ ٱلْجَـٰهِلِيَّةِ ۖ يَقُولُونَ هَل لَّنَا مِنَ ٱلْأَمْرِ مِن شَىْءٍۢ ۗ قُلْ إِنَّ ٱلْأَمْرَ كُلَّهُۥ لِلَّهِ ۗ يُخْفُونَ فِىٓ أَنفُسِهِم مَّا لَا يُبْدُونَ لَكَ ۖ يَقُولُونَ لَوْ كَانَ لَنَا مِنَ ٱلْأَمْرِ شَىْءٌۭ مَّا قُتِلْنَا هَـٰهُنَا ۗ قُل لَّوْ كُنتُمْ فِى بُيُوتِكُمْ لَبَرَزَ ٱلَّذِينَ كُتِبَ عَلَيْهِمُ ٱلْقَتْلُ إِلَىٰ مَضَاجِعِهِمْ ۖ وَلِيَبْتَلِىَ ٱللَّهُ مَا فِى صُدُورِكُمْ وَلِيُمَحِّصَ مَا فِى قُلُوبِكُمْ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ ﴿١٥٤﴾

بیا يې راولیږله پر تاسې- وروسته له درد او تنګستیا څخه -د زړه سکون او باور، پدې سره یې ستاسو پر یوه ډله چې- هغوی هغه کسان وو چې دالله تعالی په وعدو یې باور و- پرکالي راوسته؛ دهغه امن او سکون له امله چې ددوی په زړونو کې و، او بله داسې یوه ډله وه چې هغوی ته امن او پرکالي نه وه رسیدلې، او دا هغه منافقان و چې یواځې دخپل ځان دژغورلو سوچ او فکر ورسره و، نو بس ددوی په زړونو کې بې ثباتي او ویره وه، ګمانونه یې کول په الله تعالی بد ګمانونه، چې یقینا الله تعالی دخپل پیغمبر مرسته نه کوي او دخپلو خاصو بندګانو ملاتړ هم نه کوي، په شان دګمان دجاهلیت والاو هغوی چې دالله عزت یې نه وکړی څرنګه چې دهغه له شان سره مناسب و، دخپلی ناپوهۍ له وجی، دا منافقان وایې مونږ لره جنګ ته دوتلو باره کې څه واک او اختیار نشته، او که چیرته وی نو مونږ به نه وی وتلي، ته جواب ورکړه دوی ته -ای پیغمبره-: بیشکه واک او اختیار دنصرت او غلبې ټول دالله تعالی سره دی، هغه چې څه وغواړي کوی يې، او فیصله کوي څرنګه چې وغواړي، او الله تعالی هغه ذات دی چې ستاسو دوتلو تقدیر یې لیکلی و. او دا منافقان په خپلو سینو کې پټوي دشک او بد ګمان نه هغه څه چې تاته یې نه ښکاره کوي، کله چې وایې دوی: که چیرته مونږ لره جنګ ته په وتلو کې څه واک وی مونږ به پدې ځاې کې نه ومړه شوي، ته ورته ووایه -ای پیغمبره- که چیرته تاسو په خپلو کورونو کې وئ او دجنګ او مرګ له ځایونو څخه لرې هم وئ؛ نو خامخا راوتلي به وستاسو څخه هغه څوک چې الله تعالی ورته مرګ لیکلی ود خپل مرګ ځای ته، او دا کار الله تعالی نه ومقرر کړی مګر ددې لپاره چې وازموي هغه نیتونه او مقصدونه چې ستاسو په سینو کې دي، او پدې سره هغه څه جلا کړي چې په دې زړونو کې کوم ایمان او نفاق دی، او الله تعالی ښه پوه دی په هغه څه چې دخپلو بندګانو په سینو کې دي، په هغه باندې لده څخه هیڅ شی پټ نه پاتی کیږی

إِنَّ ٱلَّذِينَ تَوَلَّوْا۟ مِنكُمْ يَوْمَ ٱلْتَقَى ٱلْجَمْعَانِ إِنَّمَا ٱسْتَزَلَّهُمُ ٱلشَّيْطَـٰنُ بِبَعْضِ مَا كَسَبُوا۟ ۖ وَلَقَدْ عَفَا ٱللَّهُ عَنْهُمْ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ حَلِيمٌۭ ﴿١٥٥﴾

غفور حليم بیشکه ستاسو څخه هغه کسان چې ماته یې خوړلې وه - ای دمحمد صلی الله علیه وسلم ملګرو- په هغه ورځ چې دمسلمانانو لښکر په احد کې دکافرانو دلښکر سره مخامخ شو، بیشکه شیطان دوی په لړزان کړې ود ځینې هغه ګناهونو له امله چې دوی کړې و، او بیشکه چې الله تعالی دوی ته عفوه کړې نو بس دوی يې په دې نه دي رانیولي؛ دخپل فضل او رحمت په وجه، بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی دی هغه چاته چې توبه وباسي، صبرناک دی په سزا ورکولو کې تلوار نه کوي. ز

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَكُونُوا۟ كَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَقَالُوا۟ لِإِخْوَٰنِهِمْ إِذَا ضَرَبُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ أَوْ كَانُوا۟ غُزًّۭى لَّوْ كَانُوا۟ عِندَنَا مَا مَاتُوا۟ وَمَا قُتِلُوا۟ لِيَجْعَلَ ٱللَّهُ ذَٰلِكَ حَسْرَةًۭ فِى قُلُوبِهِمْ ۗ وَٱللَّهُ يُحْىِۦ وَيُمِيتُ ۗ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌۭ ﴿١٥٦﴾

ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او دهغه دپیغمبر تابعداري مو کړې، تاسو مه کیږئ په شان دکافرانو له منافقانو څخه، کله چې هغوی دروزۍ د لا سته راوړلو او یا دجهاد لپاره سفر وکړي بیا مړه شي او یا ووژل(شهیدان) شي نو وایي: که چیرته دوی زمونږ سره واو وتلې نه وو، او جهاد یې نه وکړی، نو دوی به نه مړه شوي واو نه به وژل شوي (شهیدان شوي) وو، الله تعالی ددوی په زړونو کې دا عقیده اچولې وه چې په زړونو کې یې نوره هم پښیمانتیا او خفګان زیات شي او یوازې الله تعالی مړه کول او ژوندي کول کوي په خپلې خوښې سره، دهغه تقدیر دچا کیناستل (پاتی کیدل دسفر یا غزا نه) بندولی نه شي او دچا وتل (سفر کول دتجارت یا وتل غزا ته) یې رامخکې کولی نه شي، او الله تعالی په هغو کارونو چې تاسو یې کوئ لیدونکی دی، ستاسو دعملونو څخه هیڅ شی په هغه باندې پټ نشي پاتې کیدلی، او خامخا به درله پري بدله درکړي

وَلَئِن قُتِلْتُمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ أَوْ مُتُّمْ لَمَغْفِرَةٌۭ مِّنَ ٱللَّهِ وَرَحْمَةٌ خَيْرٌۭ مِّمَّا يَجْمَعُونَ ﴿١٥٧﴾

او که چیرته ووژل شئ تاسو دالله تعالی په لا ر کې او یا په خپل مرګ مړه شئ -ای مومنانو- بخښنه به وکړي الله تعالی تاسو ته بخښنه لویه، او په تاسو به دخپل طرف نه خاص رحمت وکړي، چې هغه رحمت ډیر غوره دی لدې دنیا څخه او دهغو ختمیدونکو نعمتونو څخه چې دا خلک یې په دې دنیا کې راټولوي. مخ ۲۴ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَلَئِن مُّتُّمْ أَوْ قُتِلْتُمْ لَإِلَى ٱللَّهِ تُحْشَرُونَ ﴿١٥٨﴾

او خامخا که ومرئ تاسو په کوم حال کې چې وي ستاسو مرګ، او یا ووژلی شئ؛ نو خامخا یوازې الله تعالی ته به تاسو ټول ورګرځئ؛ ددې لپاره چې تاسو لره ستاسو دعملونو بدلې درکړي

فَبِمَا رَحْمَةٍۢ مِّنَ ٱللَّهِ لِنتَ لَهُمْ ۖ وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ ٱلْقَلْبِ لَٱنفَضُّوا۟ مِنْ حَوْلِكَ ۖ فَٱعْفُ عَنْهُمْ وَٱسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِى ٱلْأَمْرِ ۖ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلْمُتَوَكِّلِينَ ﴿١٥٩﴾

ه په تا باندې دالله تعالی دلوی رحمت له وجی نه -ای پیغمبره- ستا اخلاق دخپلو ملګرو سره نرم و، او که چیرته ته سخت وی په خپله وینا او کارونو کې، سخت زړی وې نو خامخا به هغوی ستا څخه خواره شوي وی، نو پس دهغوی نه ستا په حق کې دکمي کولو په صورت کې تیریږه، او دهغوی لپاره له الله تعالی څخه بخښنه وغواړه، او دهغوی څخه دمشورې په کارونو کې رایه وغواړه، او کله چې دمشورې څخه وروسته په یو کار کولو باندې عزم وکړې نو بس بیا یې کوه، او خاص په الله تعالی توکل کوه، بیشکه الله تعالی توکل کوونکي خلک خوښوي نو بس هغوی لره توفیق ورکوي او دهغوی مدد او مرسته کوي

إِن يَنصُرْكُمُ ٱللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ ۖ وَإِن يَخْذُلْكُمْ فَمَن ذَا ٱلَّذِى يَنصُرُكُم مِّنۢ بَعْدِهِۦ ۗ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ ٱلْمُؤْمِنُونَ ﴿١٦٠﴾

که چیرته الله تعالی ستاسو مرسته وکړي په خپل نصرت او اعانت سره نو هیڅوک په تاسې باندې نشې غالبه کیدلی، اګر که ستاسو خلاف دځمکې ټول اوسیدونکي سره یوځائ شي، او که چیرته ستاسو مرسته او مدد پریږدي او خپلو ځانونو ته مو وسپاري نو بیا دهغه څخه وروسته هیڅوک ستاسو سره مرسته او مدد نشي کولی، نو پس غلبه خاص دهغه په لا س کې ده، او خاص په هغه باندې دې مومنان اعتماد او توکل وکړي نه په بل هیچا باندې

وَمَا كَانَ لِنَبِىٍّ أَن يَغُلَّ ۚ وَمَن يَغْلُلْ يَأْتِ بِمَا غَلَّ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۚ ثُمَّ تُوَفَّىٰ كُلُّ نَفْسٍۢ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿١٦١﴾

نه ښايې هیڅ پیغمبر لره چې خیانت وکړي دغنیمت له مال څخه دڅه شي په اخیستلو سره پرته له هغه څه نه چې الله تعالی هغه ته ځانګړی کړی وي، او هغه څوک چې خیانت وکړئ ستاسو څخه په اخیستلو دڅه شي دغنیمت له څخه، نو سزا به ورته ورکړل شي داسې چې دقیامت په ورځ به وشرمولی شي، نو دا به راشي په داسې حال کې چې دخلکو مخکې به يې هغه څه بار کړي وي چې ده اخیستي وي دغنیمت له مال څخه، بیا به ورکړل شي هر یو کس ته بدله دهغه عمل چې کړی يې وي په پوره ډول چې هیڅ کمی به پکې نه وي، او په دوی به ظلم نشي کیدلی چې ګناهوته ورته زیات شي، او نه به لدوئ څخه نیکیانې کمی کړی شي

أَفَمَنِ ٱتَّبَعَ رِضْوَٰنَ ٱللَّهِ كَمَنۢ بَآءَ بِسَخَطٍۢ مِّنَ ٱللَّهِ وَمَأْوَىٰهُ جَهَنَّمُ ۚ وَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ ﴿١٦٢﴾

ندی برابر دالله تعالی په نیز هغه څوک چې روان وي په هغه څه پسې چې په هغه باندې دالله تعالی رضا حاصلیږی دایمان او نیک عمل څخه، او هغه څوک چې کفر يې کړی وي په الله تعالی باندې او ګناهونه یې کړي وي، نو پس اخته شوی وي په سخت غضب دالله تعالی له طرفه، او ځای داوسیدو ددې جهنم وي، او ډیر بد دی دا جهنم ځای دورګرځیدو او ځای داوسیدلو

هُمْ دَرَجَـٰتٌ عِندَ ٱللَّهِ ۗ وَٱللَّهُ بَصِيرٌۢ بِمَا يَعْمَلُونَ ﴿١٦٣﴾

دوی مختلف دي په درجو کې په دنیا او اخرت کې دالله تعالی په نیز، او الله تعالی لیدونکی دی دهغو عملونو چې دوی یې کوي، نشي پټیدلی په هغه باندې هیڅ شی، او خامخا بدله به ورکړي هر چاته په خپل عمل. مخ ۲۵ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

لَقَدْ مَنَّ ٱللَّهُ عَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولًۭا مِّنْ أَنفُسِهِمْ يَتْلُوا۟ عَلَيْهِمْ ءَايَـٰتِهِۦ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ ٱلْكِتَـٰبَ وَٱلْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا۟ مِن قَبْلُ لَفِى ضَلَـٰلٍۢ مُّبِينٍ ﴿١٦٤﴾

بیشکه لورېنه کړې ده الله تعالی پر مومنانو او احسان یې کړی ددوی سره کله چې یې راولیږه په دوی کې رسول ددوی له جنس څخه، لولي په دوی باندې قران کریم، او پاکوي دوی لره له شرک او بدو اخلاقو څخه، او ورښایې دوی ته قران اوسنت، او یقینا وو دوی مخکې درالیږل کېدو ددې پیغمبر (محمد صلی الله علیه وسلم) څخه په ګمراهۍ ښکاره کې له هدایت او نیکې لا رې څخه

أَوَلَمَّآ أَصَـٰبَتْكُم مُّصِيبَةٌۭ قَدْ أَصَبْتُم مِّثْلَيْهَا قُلْتُمْ أَنَّىٰ هَـٰذَا ۖ قُلْ هُوَ مِنْ عِندِ أَنفُسِكُمْ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۭ ﴿١٦٥﴾

آیا هر کله چې درورسیده تاسې ته -ای مومنانو- یو مصیبت کله چې تاسو په احد کې ناکام شوئ، او شهیدان شول ستاسو څخه هغه څوک چې مرګ ورته لیکل شوی و، یقینا تاسو خپل دښمن ته دهغه دوه چنده مرګ او بند وررسولی ود بدر دجنګ په ورځ، نو تاسو وویل: دکوم طرف نه مونږ ته دا مصیبت (مرګ، ژوبلیدل) راورسیده حال دا چې مونږ خو په الله تعالی باندې ایمان لرونکي یو، او دالله تعالی پیغمبر هم په مونږ کې شته؟! ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: کوم مصیبت چې تاسو ته درورسیده دا ستاسو دعمل په سبب کله چې تاسو اختلاف وکړ، او دپیغمبر صلی الله علیه وسلم نافرماني مو وکړه، بیشکه الله تعالی پر هر شي باندې قدرت لري؛ نو پس غلبه ورکوي چاته چې وغواړي، او ناکاموي چا لره چې وغواړي

وَمَآ أَصَـٰبَكُمْ يَوْمَ ٱلْتَقَى ٱلْجَمْعَانِ فَبِإِذْنِ ٱللَّهِ وَلِيَعْلَمَ ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿١٦٦﴾

او هغه څه چې درورسیدل تاسو ته له مرګ (شهادت) زخمي کېدو او ناکامۍ څخه داحد دجنګ په ورځ؛ کله چې ستاسو ډله او دکافرانو ډله سره یوځای شوې، نو بس دا دالله تعالی په اذن او تقدیر سره وو؛ دغټو حکمتونو له وجې نه چې په دې سره ریښتوني مومنان ښکاره کړي

وَلِيَعْلَمَ ٱلَّذِينَ نَافَقُوا۟ ۚ وَقِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا۟ قَـٰتِلُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ أَوِ ٱدْفَعُوا۟ ۖ قَالُوا۟ لَوْ نَعْلَمُ قِتَالًۭا لَّٱتَّبَعْنَـٰكُمْ ۗ هُمْ لِلْكُفْرِ يَوْمَئِذٍ أَقْرَبُ مِنْهُمْ لِلْإِيمَـٰنِ ۚ يَقُولُونَ بِأَفْوَٰهِهِم مَّا لَيْسَ فِى قُلُوبِهِمْ ۗ وَٱللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يَكْتُمُونَ ﴿١٦٧﴾

او ترڅو هغه منافقان څرګند شي چې کله ورته ويل کيږي دالله په لا ر کې وجنګېږئ او يا دمسلمانانو دلښکر په زياتولو سره دفاع وکړئ، هغوی وايي: که موږ پوهېدلئ چې هلته به جګړه وي؛ نو هرومرو به مو ستاسو پيروي کړې وای، خو موږ پوهېږو چې ستاسو او دهغوی ترمنځ به جګړه نه وي، هغوی په داسې حال کې کفر ته ډېر نېږدې دي تر هغه څه چې دهغوی پر ايمان دې دلالت وکړي، هغوی په ژبو هغه څه وايي چې په زړونو کې يې نه دي، او الله پر هغه څه ډېر پوه دی چې هغوی يې په سينو کې پټوي او پر هغو به سزا ورکړي

ٱلَّذِينَ قَالُوا۟ لِإِخْوَٰنِهِمْ وَقَعَدُوا۟ لَوْ أَطَاعُونَا مَا قُتِلُوا۟ ۗ قُلْ فَٱدْرَءُوا۟ عَنْ أَنفُسِكُمُ ٱلْمَوْتَ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ ﴿١٦٨﴾

دا هغه کسان دي چې دجنګ څخه وروسته پاتې شوي وو، او ویل یې دخپلو هغو خپلوانو باره کې چې داحد په ورځ مړه شوي وو: که چیرته دوی زمونږ خبره منلې وای او جنګ ته نه وی وتلې نو یقینا دوی به نه ومړه شوي، -ای پیغمبره- ته رد وکړه په دوی باندې او ورته ووایه: تاسو دخپلو ځانونو څخه مرګ لرې کړئ کله چې په تاسو مرګ راشي که چیرته تاسو رښتوني یاست په خپله دعوه کې چې که چیرته هغوی ستاسو خبره منلی وی نه به وو مړه شوي، او یقینا چې ستاسو دمرګ نه د ژغورل کیدو سبب دالله تعالی په لا ره کې دجهاد نه پاتې کېدل وو

وَلَا تَحْسَبَنَّ ٱلَّذِينَ قُتِلُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ أَمْوَٰتًۢا ۚ بَلْ أَحْيَآءٌ عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ ﴿١٦٩﴾

او ته ګمان مه کوه -ای پیغمبره- چې یقینا هغه کسان چې دالله تعالی په لا ره کې شهیدان شوي دي چې هغوي مړه دي، بلکه هغوئ ژوندي دي په خاص ژوند سره د الله تعالی په نیز په کور دعزت کې، خوراک ورکول کیږي هغوی ته دبېلابیل ډول نعمتونو څخه؛ چې دالله تعالی څخه پرته پرې بل څوک نه پوهیږي. مخ ۲۶ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

فَرِحِينَ بِمَآ ءَاتَىٰهُمُ ٱللَّهُ مِن فَضْلِهِۦ وَيَسْتَبْشِرُونَ بِٱلَّذِينَ لَمْ يَلْحَقُوا۟ بِهِم مِّنْ خَلْفِهِمْ أَلَّا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿١٧٠﴾

يحزنون بیشکه پټ کړي دوی لره نیک بختیو، او راګیر کړي دوی لره خوشحالیو، په سبب دهغه احسان چې الله تعالی په دوی کړی دخپل فضل نه، او دوی تمنا او انتظار کوي چې یوځاي به شي ددوی سره وروڼه ددوی هغه چې په دنیا کې پاتې شوي، که چیرته دوی په جهاد کې شهیدان شي نو دوی به هم خامخا دهغوی په شان فضیلت حاصل کړي، او په دوی به هیڅ قسم ویره نه وي په هغو حالاتو دآخرت کې چې دوی ورسره مخامخ کیږي، او نه به دوی خفه وي په هغه برخه چې لدوی څخه په دنیا کې پاتې شوي وي

۞ يَسْتَبْشِرُونَ بِنِعْمَةٍۢ مِّنَ ٱللَّهِ وَفَضْلٍۢ وَأَنَّ ٱللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿١٧١﴾

او خوشحالیږی به دوی ددې سره په ډیر لوی ثواب چې دالله تعالی له طرفه یې دوی انتظار کوي، او دثواب نه علاوه به هم دا خوشحالي ډیره لویه وي، او بیشکه الله تعالی نه بربادوي ثواب دمومنانو، بلکه پوره پوره بدلې ورله پرې ورکوي، او دهغې نه زیاتې هم ورکوي

ٱلَّذِينَ ٱسْتَجَابُوا۟ لِلَّهِ وَٱلرَّسُولِ مِنۢ بَعْدِ مَآ أَصَابَهُمُ ٱلْقَرْحُ ۚ لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا۟ مِنْهُمْ وَٱتَّقَوْا۟ أَجْرٌ عَظِيمٌ ﴿١٧٢﴾

هغه کسان چې منلی يې دی دالله تعالی او دهغه درسول حکم؛ کله چې هغوی ته دالله -تعالی- په لا ره کې دجهاد لپاره دوتلو بلنه ورکړل شوه، او دمشرکانو سره د مخامخ کیدو لپاره دحمراء الاسد په جنګ کې هغه چې داحد دجنګ څخه وروسته وشو کله چې مومنانو ته داحد په ورځ زخمونه وررسیدلي وو، نو پس دغو زخمونو دوی دالله -تعالی- او دهغه درسول دبلنې له قبلولو څخه ایسار نه کړل. دهغه چا لپاره چې احسان یې کړی وي په خپلو عملونو کې، او دالله تعالی څخه ویریدلی وي دهغه دحکمونو په عملی کولو او دهغه له منهیاتو څخه په ځان ساتلو سره، ډیر لوی اجر دی دالله تعالی له طرفه، او هغه جنت دی

ٱلَّذِينَ قَالَ لَهُمُ ٱلنَّاسُ إِنَّ ٱلنَّاسَ قَدْ جَمَعُوا۟ لَكُمْ فَٱخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَـٰنًۭا وَقَالُوا۟ حَسْبُنَا ٱللَّهُ وَنِعْمَ ٱلْوَكِيلُ ﴿١٧٣﴾

هغه کسان چې ځینې مشرکانو ورته وویل: بیشکه قریشو دابو سفیان په مشرۍ ستاسو خلاف خلک راټول کړي ستاسو دجنګ لپاره او ستاسو دختمولو لپاره، نو تاسو له هغوی څخه وویریږئ او دهغوی سره دمخامخ کیدو څخه ځان وساتئ، نو بس زیات کړو دوی لره دې خبرې او ویرې ورکولو په الله تعالی تصدیق او دهغه په وعدو باندې یقین، نو بس دهغوی ملاقات ته ورووتل او ویل یې: الله تعالی مونږ لره کافي دی، او هغه غوره دهغه چا نه دی چې مونږ ورته خپل کارونه وسپارو

فَٱنقَلَبُوا۟ بِنِعْمَةٍۢ مِّنَ ٱللَّهِ وَفَضْلٍۢ لَّمْ يَمْسَسْهُمْ سُوٓءٌۭ وَٱتَّبَعُوا۟ رِضْوَٰنَ ٱللَّهِ ۗ وَٱللَّهُ ذُو فَضْلٍ عَظِيمٍ ﴿١٧٤﴾

نو پس راوګرځیدل دا مومنان وروسته دوتلو ددوی نه حمراء الاسد ته په لوی ثواب سره دالله تعالی له طرفه، او په زیاتوالي ددرجو کې، او په بچ کېدلو ددوی د دښمن څخه چې هیڅ قسم مرګ او زخم ورته ونه رسیده، او دوی تابعداري وکړه دهغه څه چې الله تعالی پرې ددوی نه خوشحالیږي چې دهغه په تابعدارۍ باندې لزوم کول او دنافرمانۍ څخه يې ځان ساتل دي، او الله تعالی دلوی فضل خاوند دی په خپلو مؤمنو بندګانو باندې

إِنَّمَا ذَٰلِكُمُ ٱلشَّيْطَـٰنُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَآءَهُۥ فَلَا تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿١٧٥﴾

بیشکه ستاسو ویروونکی شیطان و، چې تاسو په خپلو ملګرو او دوستانو سره ویروي، نو بس تاسو دهغوی څخه مه کمزوري کیږئ، ځکه چې دهغوی دګناه نه په اړولو او یا په نیکیو باندې قوت ورکولو کې څه واک نشته، او یوازې دالله تعالی څخه وویریږئ په همیشوالي دهغه دتابعدارۍ، که چیرته تاسو په هغه باندې رښتیا ایمان لرونکي یاست. ظ

وَلَا يَحْزُنكَ ٱلَّذِينَ يُسَـٰرِعُونَ فِى ٱلْكُفْرِ ۚ إِنَّهُمْ لَن يَضُرُّوا۟ ٱللَّهَ شَيْـًۭٔا ۗ يُرِيدُ ٱللَّهُ أَلَّا يَجْعَلَ لَهُمْ حَظًّۭا فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿١٧٦﴾

ولهم عذاب عظيم او غمجن دې نه کړي تالره -ای پیغمبره- هغه کسان چې منډي وهي په کارونو دکفر کې؛ اوړیدونکي په خپلو پوندو باندې دنفاق والاو څخه، بیشکه دوی چې دي هیڅکله نشي رسولی الله تعالی ته هیڅ قسم ضرر، بلکه دوی خپلو ځانونو ته ضرر رسوي چې لرې کوی يې په الله تعالی باندې له ایمان څخه او لرې کوي یې دهغه مخ ۲۷ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر دتابعدارۍ څخه، غواړی الله تعالی ددوی په شرمولو سره او په نه ورکولو دتوفیق سره دا خبره چې نه وي ددوی لپاره هیڅ برخه داخرت په نعمتونو کې، او ددوی لپاره به په آخرت کې غټ عذاب وي په اور دجهنم کې

إِنَّ ٱلَّذِينَ ٱشْتَرَوُا۟ ٱلْكُفْرَ بِٱلْإِيمَـٰنِ لَن يَضُرُّوا۟ ٱللَّهَ شَيْـًۭٔا وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ ﴿١٧٧﴾

بیشکه هغه کسان چې اخیستی یې دی کفر په مقابل ایمان کې هیڅکله ضرر نشي رسولی الله تعالی ته هیڅ قسم ضرر، بلکه دوی خپلو ځانونو ته ضرر رسوي، او د دوی لپاره په آخرت کې دردناک عذاب دی

وَلَا يَحْسَبَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ أَنَّمَا نُمْلِى لَهُمْ خَيْرٌۭ لِّأَنفُسِهِمْ ۚ إِنَّمَا نُمْلِى لَهُمْ لِيَزْدَادُوٓا۟ إِثْمًۭا ۚ وَلَهُمْ عَذَابٌۭ مُّهِينٌۭ ﴿١٧٨﴾

او ګمان دې نه کوي هغه کسان چې کفر یې کړی دی په خپل رب، او ضد یې کړی دهغه دشریعت سره، چې بیشکه دوی ته مهلت ورکول او اوږدول دعمر د دوی سره دهغه کفر نه چې دوی پکې دي غوره دی ددوی لپاره، خبره داسې نده لکه څرنګه چې دوی ګمان کوي، بلکه مونږ مهلت ورکوو دوی لره ددې لپاره چې زیات کړي دوی ګناه لره په ډیروالي دنافرمانیو دپاسه دګناهونو ددوی، او ددوی لپاره ذلیلوونکی عذاب دی

مَّا كَانَ ٱللَّهُ لِيَذَرَ ٱلْمُؤْمِنِينَ عَلَىٰ مَآ أَنتُمْ عَلَيْهِ حَتَّىٰ يَمِيزَ ٱلْخَبِيثَ مِنَ ٱلطَّيِّبِ ۗ وَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيُطْلِعَكُمْ عَلَى ٱلْغَيْبِ وَلَـٰكِنَّ ٱللَّهَ يَجْتَبِى مِن رُّسُلِهِۦ مَن يَشَآءُ ۖ فَـَٔامِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦ ۚ وَإِن تُؤْمِنُوا۟ وَتَتَّقُوا۟ فَلَكُمْ أَجْرٌ عَظِيمٌۭ ﴿١٧٩﴾

ه دالله تعالی دحکمت څخه دا ندي چې تاسو پریږدي -ای مومنانو- په هغه حال کې چې تاسو پکې یاست دګډوډوالي نه دمنافقانو سره او فرق دی نه وي ستاسو تر منځ، او ښکاره دې نه وي ریښتوني مومنان، تر دې پوري چې جدا کړي تاسو په مختلف قسم تکلیفونو او ازمیښتونو، چې ښکاره کړي پاک مومن دخبیث منافق څخه. او دالله تعالی له حکمت څخه دا ندي چې تاسو ټول په غیبو باندې خبر کړي نو بس تاسو به دمومن او منافق ترمنځ فرق وکړئ، بلکه الله تعالی غوره کوي د خپلو پیغمبرانو څخه چالره چې وغواړي، نو پس خبروي يې په ځینو غیبو باندې؛ لکه څرنګه چې خبر کړی والله تعالی محمد -صلی الله علیه وسلم- دمنافقانو په حال باندې، نو بس تاسو ریښتوني کړئ خپل ایمانونه په الله تعالی او دهغه په رسول باندې، او که تاسو رښتیا ایمان راوړئ او دالله تعالی څخه وویریږئ دهغه د اوامرو په عملی کولو سره او دهغه له منهیاتو څخه په ځان ساتلو سره نو ستاسو لپاره به دالله تعالی په نیز ډیر لوی ثواب وی.ر

وَلَا يَحْسَبَنَّ ٱلَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَآ ءَاتَىٰهُمُ ٱللَّهُ مِن فَضْلِهِۦ هُوَ خَيْرًۭا لَّهُم ۖ بَلْ هُوَ شَرٌّۭ لَّهُمْ ۖ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُوا۟ بِهِۦ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۗ وَلِلَّهِ مِيرَٰثُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۗ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌۭ ﴿١٨٠﴾

ه او ګمان دې نه کوي هغه کسان چې بخل کوي په هغه څه کې چې الله تعالی دوی ته کوم نعمتونه دخپلې مهربانۍ له مخې ورکړي دي، نو پس دوی بندوي پدې کې حق دالله تعالی، دوی دې دا ګمان نه کوي چې دا به ددوی لپاره خیر وي، بلکه دا ددوی لپاره شر دی؛ ځکه هغه څه چې دوی پکې بخل کوي شي به غاړکۍ؛ اچول کیږی به دقیامت په ورځ ددوی په غاړو کې عذاب، به ورته پري ورکول کیږي، او یوازې الله تعالی ته به ورګرځول کیږي ټول هغه څه چې په اسمانونو او ځمکو کې دي، او همدغه الله تعالی همیشه ژوندی ذات دی وروسته دختمیدلو دټولو مخلوقاتو څخه، او الله تعالی پوهه دی په هغو باریکو کارونو چې تاسو یې کوئ، او خامخا به درله پرې بدله درکړي

لَّقَدْ سَمِعَ ٱللَّهُ قَوْلَ ٱلَّذِينَ قَالُوٓا۟ إِنَّ ٱللَّهَ فَقِيرٌۭ وَنَحْنُ أَغْنِيَآءُ ۘ سَنَكْتُبُ مَا قَالُوا۟ وَقَتْلَهُمُ ٱلْأَنۢبِيَآءَ بِغَيْرِ حَقٍّۢ وَنَقُولُ ذُوقُوا۟ عَذَابَ ٱلْحَرِيقِ ﴿١٨١﴾

بیشکه واوریدله الله تعالی وینا دیهودو کله چې هغوی ویلي وو: «چې بیشکه الله تعالی محتاج دی کله چې یې زمونږ نه قرض وغوښت، او مونږه بی حاجته یو دهغه مال په وجه چې مونږ سره دی»، خامخا مونږ لیکو هغه چې دوی کوم دروغ او افتراء په خپل رب باندې ویلې وه او لیکو مونږ وژل ددوی انبیاو لره په ناحقه، او وایو مونږ دوی ته (وروسته دمرګ نه): وڅکئ عذاب سوځونکی په اور کې. مخ ۲۸ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

ذَٰلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيكُمْ وَأَنَّ ٱللَّهَ لَيْسَ بِظَلَّامٍۢ لِّلْعَبِيدِ ﴿١٨٢﴾

دا عذاب دهغه څه په وجه دی چې مخکې لیږلی ستاسولا سونو -ای یهودو- دګناهونو او مصیبتونو نه، او بیشکه ندی الله تعالی چې ظلم وکړي په هیچا باندې دخپلو بندګانو څخه

ٱلَّذِينَ قَالُوٓا۟ إِنَّ ٱللَّهَ عَهِدَ إِلَيْنَآ أَلَّا نُؤْمِنَ لِرَسُولٍ حَتَّىٰ يَأْتِيَنَا بِقُرْبَانٍۢ تَأْكُلُهُ ٱلنَّارُ ۗ قُلْ قَدْ جَآءَكُمْ رُسُلٌۭ مِّن قَبْلِى بِٱلْبَيِّنَـٰتِ وَبِٱلَّذِى قُلْتُمْ فَلِمَ قَتَلْتُمُوهُمْ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ ﴿١٨٣﴾

او دا هغه کسان دي چې ویلي وو په دروغو او افتراء باندې: چی بیشکه الله تعالی مونږ ته حکم کړی په خپلو کتابونو کې او دخپلو پیغمبرانو په ژبو باندې چې مونږ به ایمان نه راوړو په هیڅ یو پیغمبر تر څو چې راوړي مونږ ته هغه څه چې دهغه دوینا تصدیق وکړي، او هغه دا چې الله تعالی ته به ځان نزدې کړي په یوې صدقی سره چې سوځوي به دی لره اور چې داسمان نه به راکوزیږي، نو بس دروغ يې وتړل په الله تعالی باندې په نسبت دوصیت (حکم) کې هغه ته، او په راګیرولو ددلیلونو د ريښتینولۍ دپیغمبرانو په هغه څه کې چې دوی يې ذکر کوي، او لدې وجې نه الله تعالی امر کړی خپل پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم ته چې ووايې دوی ته: چې بیشکه راتګ کړی وتاسو ته پیغمبرانو مخکې زما نه په ښکاره دلیلونو دهغوی په ريښتینولۍ، او په هغه چې تاسو ذکر کړی وه دهغې قربانۍ نه چې داسمان څخه راتلونکې اور به يې سوځوي، نو پس تاسو ولې هغوی ته ددروغو نسبت وکړ او هغوی مو ووژل که چیرته تاسو ريښتوني یاست په هغه څه کې چې تاسو یې وائې!

فَإِن كَذَّبُوكَ فَقَدْ كُذِّبَ رُسُلٌۭ مِّن قَبْلِكَ جَآءُو بِٱلْبَيِّنَـٰتِ وَٱلزُّبُرِ وَٱلْكِتَـٰبِ ٱلْمُنِيرِ ﴿١٨٤﴾

پس که دوی تاته نسبت ددروغو وکړي -ای پیغمبره- نو ته مه خفه کیږه، بس دا عادت دکافرانو دی، په تحقیق سره نسبت ددروغو شوی وستا نه مخکې ډیرو پیغمبرانو ته، چې هغوی راتګ کړی وو په ښکاره ښکاره دلیلونو سره، او په هغو کتابونو سره چې دپند خبری او زړه نرموونکي خبرې پکې وي، او راوړی یې وو هغه کتاب ښودونکی وو هغه څه لره چې پدې کې وو داحکامو او شریعت نه

كُلُّ نَفْسٍۢ ذَآئِقَةُ ٱلْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ ٱلنَّارِ وَأُدْخِلَ ٱلْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ وَمَا ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَآ إِلَّا مَتَـٰعُ ٱلْغُرُورِ ﴿١٨٥﴾

هر یو نفس چې هر څنګه وي خامخا به مرګ څکي، نو پس نه دې مغرور کیږی یو مخلوق په دې دنیا باندې، او په ورځ دقیامت به درکول کیږی تاسو ته ثوابونه ستاسو دعملونو پوره پوره چې هیڅ کمی به پکې نه وي، نو پس هغه څوک چې الله تعالی داور څخه لری کړو، او جنت ئې داخل کړو؛ نو په تحقیق سره دی حاصل کړو هغه څه چې دی ئې امید لرو دخیر نه، او بچ شو دهغه څه نه چې دا ترې ویریده دشر نه، او نه دی ژوند ددنیا مګر سامان دفایدې چې زر ختمیدونکی دی، او ځان نه نښلوي په دی پوری مګر هغه څوک چې دوکه شوی وی

۞ لَتُبْلَوُنَّ فِىٓ أَمْوَٰلِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ وَلَتَسْمَعُنَّ مِنَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَـٰبَ مِن قَبْلِكُمْ وَمِنَ ٱلَّذِينَ أَشْرَكُوٓا۟ أَذًۭى كَثِيرًۭا ۚ وَإِن تَصْبِرُوا۟ وَتَتَّقُوا۟ فَإِنَّ ذَٰلِكَ مِنْ عَزْمِ ٱلْأُمُورِ ﴿١٨٦﴾

ای مؤمنانو! تاسو به ستاسو په مالونو کې وازمویل شئ؛ چې واجب حقونه پکې اداء کړئ، او کوم مصیبتونه چې پرې راځي، همدا رنګه خامخا به تاسو په خپلو ځانونو کې هم وازمویل شئ دشرعي تکالیفو په تر سره کولو سره، او هغه چې نازلیږی په تاسو باندې له بیلابیلو مصیبتونو څخه، او تاسو به واورئ خامخا له هغو کسانو څخه چې ستاسو څخه مخکې کتابونه ورکړل شوي وو او له مشرکانو څخه (ډیرې داسې خبرې )چې له مخې یې تاسو ته او ستاسو ددین دسپکاوي له امله زیان دررسیږي، او که تاسو صبر وکړئ په هغه څه چې تاسو ته دررسیږی دبېلابیلو مصیبتونو او ازمیښتونو څخه، او وویریږئ له الله تعالی څخه دهغه څه په کولو چې هغه پرې امر کړی، او په پریښودولو دهغه څه چې هغه ترې منع کړې یاست، نو بیشکه دا له هغو پخو کارونو څخه دي چې پياوړي عزم او ارادې ته اړتیا لري، او په دې کې سیالي کوونکي یو له بل سره سیالي کوي. مخ ۲۹ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَإِذْ أَخَذَ ٱللَّهُ مِيثَـٰقَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَـٰبَ لَتُبَيِّنُنَّهُۥ لِلنَّاسِ وَلَا تَكْتُمُونَهُۥ فَنَبَذُوهُ وَرَآءَ ظُهُورِهِمْ وَٱشْتَرَوْا۟ بِهِۦ ثَمَنًۭا قَلِيلًۭا ۖ فَبِئْسَ مَا يَشْتَرُونَ ﴿١٨٧﴾

او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې الله تعالی مضبوط لوظ واخیست داهل کتابو له علماو نه چی یهود او نصاری دي؛ خامخا به تاسو بیانوئ خلکو ته دالله تعالی کتاب، او نه به پټوئ کوم هدایت چې په دې کې وي، او نه به پټوي هغه څه چې دلالت کوي په پیغمبرۍ دمحمد -صلی الله علیه وسلم-، نو نه و( ددوی جواب) مګر دا چې لوظ یې مات کړ، او هیڅ نظر یې ورته ونه کړ، نو بس دوی حق پټ کړ او باطل یې ښکاره کړ، او دالله تعالی لوظ یې په ډیر ناڅیزه قیمت باندې بدل کړ، لکه شهرت او مال چې کیدای شی دوی یې حاصل کړي، نو بس ډیر بد دی دا قیمت چې دوی یې بدلوي دالله تعالی په لوظونو

لَا تَحْسَبَنَّ ٱلَّذِينَ يَفْرَحُونَ بِمَآ أَتَوا۟ وَّيُحِبُّونَ أَن يُحْمَدُوا۟ بِمَا لَمْ يَفْعَلُوا۟ فَلَا تَحْسَبَنَّهُم بِمَفَازَةٍۢ مِّنَ ٱلْعَذَابِ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ ﴿١٨٨﴾

عذاب أليم ته ګمان مه کوه -ای پیغمبره- بیشکه هغه کسان چې خوشحالیږي په هغو بدو کارونو چې دوی کړي، او دوی دا خوښوي چې خلک یې صفت وکړي په هغه خیر چې دوی نه وي کړی، ته ګمان مه کوه په دوی باندې په خلاصیدو دعذاب نه او په بچ پاتی کیدلو، بلکه ځاې ددوی جهنم دی، او ددوی لپاره پکې دردناک عذاب دی

وَلِلَّهِ مُلْكُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۗ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌ ﴿١٨٩﴾

او خاص یو الله تعالی لره دی دبل چا دپاره نشته اختیار دآسمانونو او ځمکو او دهغه څه چې ددې دواړو ترمنځ دي په پیدایښت او تدبیر کې، او الله تعالی په هر شی باندې قادر دی

إِنَّ فِى خَلْقِ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَٱخْتِلَـٰفِ ٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّأُو۟لِى ٱلْأَلْبَـٰبِ ﴿١٩٠﴾

یقینا له نشت نه داسمانونو او ځمکو په پیدا کولو کې پرته له مخکنۍ بیلګې څخه او یو بل پسې دشپې او ورځې تګ راتګ او په هغه توپير چې ددوی په اوږدوالی او لنډوالي کې دی؛ خامخا ښکاره دلیلونه دي دسالم عقل خاوندانو لپاره، ښودنه کوي دوی ته ددنیا په پیداکوونکي چې یواځې دعبادت مستحق دی

ٱلَّذِينَ يَذْكُرُونَ ٱللَّهَ قِيَـٰمًۭا وَقُعُودًۭا وَعَلَىٰ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِى خَلْقِ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَـٰذَا بَـٰطِلًۭا سُبْحَـٰنَكَ فَقِنَا عَذَابَ ٱلنَّارِ ﴿١٩١﴾

او دا هغه کسان دی چې یادوي الله تعالی په هر حال کې، دودریدو په حال کې، دکیناستلو په حال کې، او دڅملاستلو په حال کې، او خپل سوچ داسمانونو او ځمکو په پیدایښت کې په کار اچوي؛ او وایې: ای ربه! تا ندي پیداکړي دا لوی مخلوق بې فایدي، ته له عبث کار نه پاک یې، نو بس مونږ وساته دجهنم له اور نه په توفیق راکولو دنیکو کارونو او په ځان ساتلو له ګناهونو څخه

رَبَّنَآ إِنَّكَ مَن تُدْخِلِ ٱلنَّارَ فَقَدْ أَخْزَيْتَهُۥ ۖ وَمَا لِلظَّـٰلِمِينَ مِنْ أَنصَارٍۢ ﴿١٩٢﴾

نو پس ته چې څوک داخل کړې اور ته -ای ربه- له خپلو بندګانو څخه نو یقینا هغه تا سپک کړ او رسوا دې کړ، او نشته ظالمانو لره دقیامت په ورځ څوک مرستندوی چې دالله تعالی له عذاب او سزا څخه یې وژغوري

رَّبَّنَآ إِنَّنَا سَمِعْنَا مُنَادِيًۭا يُنَادِى لِلْإِيمَـٰنِ أَنْ ءَامِنُوا۟ بِرَبِّكُمْ فَـَٔامَنَّا ۚ رَبَّنَا فَٱغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَكَفِّرْ عَنَّا سَيِّـَٔاتِنَا وَتَوَفَّنَا مَعَ ٱلْأَبْرَارِ ﴿١٩٣﴾

ای ربه زمونږه! بیشکه مونږ واوریده اواز کوونکی دایمان طرف ته -چې هغه ستا پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم وو- چې اواز یې کاوه ویل یې: ایمان راوړئ په الله تعالی چې ستاسو رب دی یوازې هماغه دبندګۍ لایق، نو بس مونږ ایمان راوړ په هغه څه چې هغه ورته بلنه ورکوله او مونږ دهغه دشریعت تابعداري وکړه، نو بس مخ ۳۰ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر زمونږ ګناهونه پټ کړه او مونږه مه رسوا کوه، او زمونږ له ګناهونو څخه تیر شه نو پس مونږ پرې مه رانیسه، او وفات کړه مونږ دنیکانو خلکو سره په توفیق راکولو دنیک کار او په پريښودلو دګناهونو

رَبَّنَا وَءَاتِنَا مَا وَعَدتَّنَا عَلَىٰ رُسُلِكَ وَلَا تُخْزِنَا يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۗ إِنَّكَ لَا تُخْلِفُ ٱلْمِيعَادَ ﴿١٩٤﴾

ای ربه زمونږه! او راکړې مونږ ته هغه چې وعده دې کړې مونږ سره ستا دپیغمبرانو په ژبه، له هدایت او کامیابۍ څخه په دنیا کې، او ته مونږ مه رسوا کوه دقیامت په ورځ په ننویستلو دجهنم اور ته، ته کریم يې -ای ربه- دوعدې خلاف نه کوې

فَٱسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّى لَآ أُضِيعُ عَمَلَ عَـٰمِلٍۢ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ ۖ بَعْضُكُم مِّنۢ بَعْضٍۢ ۖ فَٱلَّذِينَ هَاجَرُوا۟ وَأُخْرِجُوا۟ مِن دِيَـٰرِهِمْ وَأُوذُوا۟ فِى سَبِيلِى وَقَـٰتَلُوا۟ وَقُتِلُوا۟ لَأُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّـَٔاتِهِمْ وَلَأُدْخِلَنَّهُمْ جَنَّـٰتٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ ثَوَابًۭا مِّنْ عِندِ ٱللَّهِ ۗ وَٱللَّهُ عِندَهُۥ حُسْنُ ٱلثَّوَابِ ﴿١٩٥﴾

وأخرجوا من ديرهم وأوذوا فى سبيلى وقتلوا وقتلوا لأكفرن عنهم سئاتهم ولأدخلن هم جنت تجرى من ه نو بس ددوی رب ددوی دعا قبوله کړه: چې زه نه ضایع کوم ستاسو دعملونو ثواب لږ وي او که ډیر، برابره خبره ده که دا عمل کوونکی نر وي او که ښځه، نو بس حکم دځینو ستاسو دځینو نورو په څېر په دین کې یو دی، دنر لپاره ثواب نشي زیاتیدلی، او دښځې نه کمیدلی نشي، پس هغه کسان چې دالله تعالی په لا ره کې یې هجرت کړی، او کافرانو دخپلو کورونو څخه ویستلي وي، او دخپل رب دطاعت په وجه ورته ضرر رسیدلی وي، او دالله تعالی په لا ره کې یې جهاد کړی وي او وژل شوي وي دهغه دکلمې داوچتوالي لپاره، خامخا زه به دوی ته دقیامت په ورځ ددوی دګناهونو بخښنه وکړم، او دوی ته به ددوی له ګناهونو څخه تېر به شم، او خامخا به دوی جنتونو ته ننباسم چې له بنګلو نه لا ندې به یې ویالې (نهرونه) بهېږي، دا بدلې دي دالله تعالی له طرفه، او الله تعالی چې دی خاص دهغه سره خایسته بدلي دي چې څه مثال يې نشته

لَا يَغُرَّنَّكَ تَقَلُّبُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فِى ٱلْبِلَـٰدِ ﴿١٩٦﴾

تا دې دوکه نه کړي -ای پیغمبره- دکافرانو اوړیدل راوړیدل په ښارونو کې، او تصرف ددوی په دې ښارونو کې، او ددوی پراخه تجارت او رزق، نو پس ته غم او خفګان احساسوې ددوی ددې حالت له وجی نه

مَتَـٰعٌۭ قَلِيلٌۭ ثُمَّ مَأْوَىٰهُمْ جَهَنَّمُ ۚ وَبِئْسَ ٱلْمِهَادُ ﴿١٩٧﴾

نو بس دا دنیا لږه فایده ده چې دوام نه لري، وروسته لدې نه به ځای دورتللو ددوی دقیامت په ورځ: جهنم وي، او ډیر بد بستر دی دجهنم اور ددوی لپاره

لَـٰكِنِ ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوْا۟ رَبَّهُمْ لَهُمْ جَنَّـٰتٌۭ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ خَـٰلِدِينَ فِيهَا نُزُلًۭا مِّنْ عِندِ ٱللَّهِ ۗ وَمَا عِندَ ٱللَّهِ خَيْرٌۭ لِّلْأَبْرَارِ ﴿١٩٨﴾

للأبرار مګر هغه کسان چې ویریدلي دخپل رب څخه په عملي کولو داوامرو دهغه او په ځان ساتلو دهغه له نواهیو څخه، ددوی لپاره جنتونه دي چې بهیږی لا ندې د قصرونو دهغې نه ویالې (نهرونه)، وي به دوی په دې جنتونو کې همیشه، دا بدله تیاره کړای شوې دوی ته دالله تعالی له طرفه، او کومې بدلې چې الله تعالی دخپلو نیکانو بندګانو لپاره تیارې کړي، ډیرې غوره او بهتره دي دهغه خوندونو او مزو نه چې کافران پکې پدې دنیا کې اوړي راوړي

وَإِنَّ مِنْ أَهْلِ ٱلْكِتَـٰبِ لَمَن يُؤْمِنُ بِٱللَّهِ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيْكُمْ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيْهِمْ خَـٰشِعِينَ لِلَّهِ لَا يَشْتَرُونَ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ ثَمَنًۭا قَلِيلًا ۗ أُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ سَرِيعُ ٱلْحِسَابِ ﴿١٩٩﴾

ه ټول اهل کتاب (یهود او نصارا) نه دي برابر، پس یوه ډله ددوی نه ایمان لري په الله تعالی او په هغه حق او هدایت چې تاسو ته رالیږل شوی دی، او ایمان لري په هغه څه چې هغوی ته رالیږل شوي دهغوی په کتابونو کې، فرق نه کوي په ایمان راوړلو کې دالله تعالی په پیغمبرانو باندې، عاجزي کوونکي غاړه کیښودونکي دي الله تعالی ته، لپاره دحاصلولو دهغه څه چې دهغه سره دي، دوی دالله تعالی آیتونه دنیا له آرامیو څخه په لږ قیمت نه بدلوي، څوک چې په دا ډول صفتونو سره یاد شي، نو دخپل رب سره به ددوی لوی اجر وي، بیشکه الله تعالی زر حساب کوونکی دی په عملونو باندې، او زر بدله ورکوونکی دی په هغو باندې. مخ ۳۱ له ۳۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱصْبِرُوا۟ وَصَابِرُوا۟ وَرَابِطُوا۟ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿٢٠٠﴾

ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی په الله تعالی او دهغه درسول تابعداري مو کړې ده، صبر وکړئ دشریعت په تکلیفونو باندې، او په هغه څه باندې چې تاسو ته رسیږی دد نیا له مصیبتونو څخه، او غالب شئ په کافرانو باندې په صبر کې نو داسې دې نه وي چې کافران ستاسو څخه دیر صبرناک وي، او همیشوالی وکړئ د الله تعالی په لا ره کې په جهاد باندې، او وویریږئ دالله تعالی څخه په عملي کولو دهغه داوامرو او دهغه له نواهیو څخه په ځان ساتلو باندې، ددې لپاره چې تاسو خپل مطلوب حاصل کړئ چې داور نه بچ کېدل او جنت ته ننوتل دي. مخ ۳۲ له ۳۲ moc.hgelp

زده کړه · آل عمران — Aal-i-Imraan

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې