کورتفسیرالبقرة (٢)

تفسیر البقرة — Al-Baqara (2)

مدني · ٢٨٦ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

الٓمٓ ﴿١﴾

(الم) دا له هغو تورو څخه دي چې دقرآن کریم ځېنې سورتونه پرې پېل شوي دي او دا دهجاء توري دي، کله چې یوازې راشي نو په خپل ذات کې هیڅ معنا نه لري، لکه: (أ، ب، ت، تر پایه) او دا لوی حکمت او معنا لري؛ ځکه په قرآن کریم کې داسې څه نشته چې له حکمت څخه خالي وي او له مهمو حکمتونو څخه یې: دې خبرې ته اشاره ده چې قرآن کریم له همغو تورو څخه جوړ دی کوم چې دوی یې پېژني او خبرې پرې کوي؛ له همدې کبله ډېر ځله (له دې تورو) څخه وروسته دقرآن کریم یادونه کېږي، لکه څنګه چې په دې سورت کې دي

ذَٰلِكَ ٱلْكِتَـٰبُ لَا رَيْبَ ۛ فِيهِ ۛ هُدًۭى لِّلْمُتَّقِينَ ﴿٢﴾

دې لوی کتاب کې هیڅ شک نشته، نه دنازلېدو له اړخه، او نه دلفظ او معنا له اړخه، دا دالله خبرې دي، چې پرهېزګارانو ته الله ته درسېدولا ر ورښایي

ٱلَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِٱلْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَمِمَّا رَزَقْنَـٰهُمْ يُنفِقُونَ ﴿٣﴾

هغه کسان چې پر غیبو (پټو) ایمان لري او هر هغه څه چې په حواسو نه موندل کېږي او له مونږ څخه پت دي، هغه غیب دي، چې الله تعالی یې په اړه مونږ ته خبر راکړی او یا یې پیغمبر مونږ خبر کړي یو، لکه دآخرت ورځ او دوی هغه کسان دي چې لمونځونه کوي او له شریعت سره سم یې دشروطو او ارکانو او واجباتو او سنتونو په پام کې نیولو سره یې ادا کوي، او هغه کسان دي چې دهغه مال څخه چې الله تعالی دوی ته ورکړی دی لګښت کوي، په ویستلو دواجب زکات سره او یا هم غیر واجب لکه نفلي صدقه؛ په دې هیله چې دالله تعالی ثواب ترلاسه کړي او دوی هغه کسان دي چې پر هغې وحي باندې باور لري کومه چې پر تا -ای پېغمبره- نازل شوې ده او پر هغو کتابونو باندې هم -بې له توپېره- باور لري کوم چې له تا څخه مخکې پر ټولو پېغمبرانو علیهم السلام نازل شوي دي او دا هغه کسان دي چې په ورځ دآخرت باندې کلک ایمان لري او پر هغه ثواب او هغې سزا هم ایمان لري چې په دغې ورځ کې دي

وَٱلَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَبِٱلْـَٔاخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ ﴿٤﴾

هغه کسان چې پر غیبو (پټو) ایمان لري او هر هغه څه چې په حواسو نه موندل کېږي او له مونږ څخه پت دي، هغه غیب دي، چې الله تعالی یې په اړه مونږ ته خبر راکړی او یا یې پیغمبر مونږ خبر کړي یو، لکه دآخرت ورځ او دوی هغه کسان دي چې لمونځونه کوي او دشریعت سره سم یې دشروطو او ارکانو او واجباتو او سنتونو په پام کې نیولو سره یې ادا کوي، او هغه کسان دي چې دهغه مال څخه چې الله تعالی دوی ته ورکړی دی لګښت کوي، په ویستلو دواجب زکات سره او یا هم غیر واجب لکه نفلي صدقه؛ په دې هیله چې دالله تعالی ثواب ترلاسه کړي او دوی هغه کسان دي چې پر هغې وحي باندې باور لري کومه چې پر تا -ای پېغمبره- نازل شوې ده او پر هغو کتابونو باندې هم -بې له توپېره- باور لري کوم چې له تا څخه مخکې پر ټولو پېغمبرانو علیهم السلام نازل شوي دي او دا هغه کسان دي چې په ورځ دآخرت باندې کلک ایمان لري او پر هغه ثواب او هغې سزا هم ایمان لري چې په دغې ورځ کې دي

أُو۟لَـٰٓئِكَ عَلَىٰ هُدًۭى مِّن رَّبِّهِمْ ۖ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ ﴿٥﴾

په پورتینو صفتونو باندې ستایل شوي کسان دهدایت لا ره تر لا سه کولای شي او همدوی په دنیا او آخرت کې بریالي دي، ځکه چې هغه څه تر لا سه کوي چې هیله یې لري او له هغه څه څخه نجات مومي چې ترې وېره لري

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ سَوَآءٌ عَلَيْهِمْ ءَأَنذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنذِرْهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿٦﴾

پرته له شکه پر کومو کسانو چې له ايمان وروسته دالله کلمه ثابته شوه هغوی په خپله لا ر ورکۍ او ضد کې تلپاتې دي؛ نو ستا وېرول او نه ویرول دهغوی لپاره یو شان دي. مخ ۱ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

خَتَمَ ٱللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ وَعَلَىٰ سَمْعِهِمْ ۖ وَعَلَىٰٓ أَبْصَـٰرِهِمْ غِشَـٰوَةٌۭ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌۭ ﴿٧﴾

ځکه چې الله تعالی ددوی پر زړونو مهر لګولی دی نو له خپل باطل سره یې بند کړي دي او په غوږونو يې هم ورته مهر لګولی دی، نو حق دقبلولو او منلو په نیت نه اورې او ددوی په سترګو پردې دي، نو حق نه ویني، سره له دې چې حق روښانه دی او په آخرت کې ددوی لپاره لوی عذاب دی

وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَقُولُ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَبِٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ وَمَا هُم بِمُؤْمِنِينَ ﴿٨﴾

او له خلکو څخه یوه ډله داسې ده چې دایمان دعوه لري او په خپلو وینو او مالونو دوېرې له امله -یوازې- په ژبه داسې وایي، خو په باطن (پټه) کافران دي

يُخَـٰدِعُونَ ٱللَّهَ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَمَا يَخْدَعُونَ إِلَّآ أَنفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ ﴿٩﴾

هغوی دخپلې ناپوهۍ له مخې باور لري چې الله او مؤمنانو ته دايمان په ښکاره کولو او کفر په پټولو دوکه ورکوي، خو هغوی پر دې نه پوهيږي چې الله تعالی پر پټو او ښکاره وپوهيږي او مؤمنان يې دهغوی پر صفتونو او حالتونو خبر کړي دي

فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌۭ فَزَادَهُمُ ٱللَّهُ مَرَضًۭا ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۢ بِمَا كَانُوا۟ يَكْذِبُونَ ﴿١٠﴾

ددوی (د عذاب) لا مل دادی چې ددوی په زړونو کې شک دی، پس الله تعالی ددوی دا شک نور هم ډېر کړ، بدله له هماغه ډول څخه ورکول شوه کوم عمل یې چې تر سره کړی وو او ددوی لپاره دردناک عذاب دی ددوزخ په ښکتني پوړ کې، په سبب ددې چې دوی په الله او خلکو باندې دروغ تپل او هغه څه یې دروغ بلل کوم چې محمد صلی الله علیه وسلم راوړي وو

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ قَالُوٓا۟ إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ ﴿١١﴾

او کله چې په زمکه کې له فساد کولو څخه منع شي، چې کفر، ګناهونه او وغیره مه کوئ، نو دوی انکار کوي او ګمان کوي چې همدوی خاوندان دصلاح (روغې) او اصلاح (روغې راوستلو) دي

أَلَآ إِنَّهُمْ هُمُ ٱلْمُفْسِدُونَ وَلَـٰكِن لَّا يَشْعُرُونَ ﴿١٢﴾

او حقیقت دادی چې همدوی فساد کوونکي دي، لیکن دوی شعور نه لري (نه پوهېږي) په دې، او نه پوهېږي چې ددوی دا کار په خپله فساد دی

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ ءَامِنُوا۟ كَمَآ ءَامَنَ ٱلنَّاسُ قَالُوٓا۟ أَنُؤْمِنُ كَمَآ ءَامَنَ ٱلسُّفَهَآءُ ۗ أَلَآ إِنَّهُمْ هُمُ ٱلسُّفَهَآءُ وَلَـٰكِن لَّا يَعْلَمُونَ ﴿١٣﴾

کله چې دوی ته دداسې ایمان راوړلو امر وشي، لکه څنګه چې دمحمد صلی الله علیه وسلم ملګرو راوړی دی، نو دوی دانکار او ټوکو په بڼه داسې وایي: آیا مونږ داسې ایمان راوړو لکه څنګه چې دې ناپوهه (کم عقلو) خلکو راوړې؟ او حقیقت دادی چې همدوی کم عقله دي خو دوی نه پوهېږي

وَإِذَا لَقُوا۟ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا وَإِذَا خَلَوْا۟ إِلَىٰ شَيَـٰطِينِهِمْ قَالُوٓا۟ إِنَّا مَعَكُمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِءُونَ ﴿١٤﴾

او کله چې دوی له مومنانو سره مخامخ شي نو وایي: مونږ هم په هغه څه باور لرو چې تاسي پرې ایمان لرئ؛ له مومنانو څخه دوېرې له کبله داسې وایي، خو کله چې له مومنانو څخه خپلو مشرانو خوا ته جدا (ګوښي) شي، نو دهغوی په تابعدارۍ دثابت کېدو تاکید کوي او وایي: مونږ تاسو سره یو ستاسو په لا ره او مونږ له مومنانو سره په ښکاره ځان برابروو، چې ټوکې ورپورې وکړو. مخ ۲ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

ٱللَّهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِى طُغْيَـٰنِهِمْ يَعْمَهُونَ ﴿١٥﴾

الله تعالی په دوی پورې ټوکې کوي په بدل دهغو ټوکو چې دوی یې پر مومنانو پورې کوي، له خپل عمل سره برابره بدله ورکوي، نو ځکه خو یې په دنیا کې د مسلمانانو احکام پر دوی پلي کړل، خو په آخرت کې به ورته دکفر او نفاق بدله ورکړي، همدا راز دوی ته مهلت ورکوي چې په خپله ګمراهۍ او سرکشۍ کې نور هم مخکې لاړ شي، نو سرګردان او حیران به پاتې شي

أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ ٱشْتَرَوُا۟ ٱلضَّلَـٰلَةَ بِٱلْهُدَىٰ فَمَا رَبِحَت تِّجَـٰرَتُهُمْ وَمَا كَانُوا۟ مُهْتَدِينَ ﴿١٦﴾

پر دغو صفتونو یاد شوي منافقان هغه کسان دي چې ايمان يې پر کفر بدل کړی؛ نو سوداګري یې زيانمنه شوې، ځکه پرالله ايمان راوړل يې له لا سه ورکړي دي او هغوی حق ته لا ر موندونکي نه دي

مَثَلُهُمْ كَمَثَلِ ٱلَّذِى ٱسْتَوْقَدَ نَارًۭا فَلَمَّآ أَضَآءَتْ مَا حَوْلَهُۥ ذَهَبَ ٱللَّهُ بِنُورِهِمْ وَتَرَكَهُمْ فِى ظُلُمَـٰتٍۢ لَّا يُبْصِرُونَ ﴿١٧﴾

ددوی منافقانو لپاره الله تعالی دوه مثالونه (بېلګې) بیانوي:یوه بېلګه ناري (د اور بېلګه) او بل مثال (بېلګه) مائي (د اوبو بېلګه) ده، داور بېلګه دا ده چې دوی په شان دهغه کس دی چې درڼا لپاره یې اور بل کړی وي، نو هر کله چې رڼا تېزه شي او ګومان وکړي چې اوس ترې ګټه پورته کولای شي، نو اور پرې مړ شي او رڼا لاړه شي او یوازې سوځول يې پاتې شي، نو خاوندان یې په توره تیاره کې پاتې شي او هیڅ نه ویني او نه لا ره موندلای شي. صم بكم عمى فهم لا يرجعون

صُمٌّۢ بُكْمٌ عُمْىٌۭ فَهُمْ لَا يَرْجِعُونَ ﴿١٨﴾

نو دوی کاڼه دي، حق دمنلو په نیت نه اوري، ګونګیان دي (حق) وینا نه کوي، دحق کتلو څخه ړانده دي، نو دوی لهخپلې ګمراهۍ څخه نه را ګرځي

أَوْ كَصَيِّبٍۢ مِّنَ ٱلسَّمَآءِ فِيهِ ظُلُمَـٰتٌۭ وَرَعْدٌۭ وَبَرْقٌۭ يَجْعَلُونَ أَصَـٰبِعَهُمْ فِىٓ ءَاذَانِهِم مِّنَ ٱلصَّوَٰعِقِ حَذَرَ ٱلْمَوْتِ ۚ وَٱللَّهُ مُحِيطٌۢ بِٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿١٩﴾

او مائي (د اوبو) مثال یې داسې دی چې دوی په شان دډېر باران دي، چې ورېځې وي او په هغې کې یو دبل دپاسه تیارې وي، تندر او برېښنا وي، دا حالت په یو قوم نازل شي نو سخته وېره یې واخلي، نو خپل غوږونه دګوتو په سرونو بندوي، دتندر دآوازونو له کبله چې وېرېږي دمرګ څخه، نو الله تعالی دکافرانو راګېرونکی دیاو هېڅ یې نشي عاجزه کولی

يَكَادُ ٱلْبَرْقُ يَخْطَفُ أَبْصَـٰرَهُمْ ۖ كُلَّمَآ أَضَآءَ لَهُم مَّشَوْا۟ فِيهِ وَإِذَآ أَظْلَمَ عَلَيْهِمْ قَامُوا۟ ۚ وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ لَذَهَبَ بِسَمْعِهِمْ وَأَبْصَـٰرِهِمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۭ ﴿٢٠﴾

ى نږدې ده برېښنا دډېرې تېزې رڼا له کبله ددوی سترګې واخلي، هر کله چې بریښنا څرک وهي او رڼا شي ورباندې نو مخکې شي او کله چې رڼا نه وي نو په تیاره کې پاتې شي، نو خوځېدلی نه شي او که چېرې دالله تعالی خوښه شي نو په خپل قدرت سره به ددوی غوږونه او سترګي یوسي؛ چې بیا به نه را ګرځي؛ ځکه چې دوی له حق څخه مخ اړوي، نو باران دقرآن مثال دی او دتندر آوازونه دقرآن کریم دزواجرو (وېرونو) مثال دي او دبریښنا رڼا دوی ته کله نا کله دحق څرګندېدل دي او د سخت تندرونو له کبله غوږونه بندول ددوی له حق څخه دمخ اړولو او نه منلو مثال دی او دتشبیه لا مل دمنافقانو او ددې مثال دخاوندانو تر مینځ ګټه نه اخیستل دي، نو په ناري مثال (د اور بېلګه) کې: اور بلوونکي پرته له تیارې او سوځېدلو بله هېڅ ګټه ترلاسه نه کړه او په مائي مثال (د اوبو بېلګه) کې: دباران خاوندانو پرته له دې چې تالنده او برېښنا یې ووېروي، له باران څخه بله ګټه پورته نه کړه، نو منافقان هم همداسې دي، چې له سختۍ او زیاتۍ پرته په اسلام کې کې بل څه نه ويني

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱعْبُدُوا۟ رَبَّكُمُ ٱلَّذِى خَلَقَكُمْ وَٱلَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴿٢١﴾

ای خلکو! یوازې دالله تعالی عبادت کوئ او دبل چا عبادت مه کوئ؛ځکه چې هغه (الله) تاسې او له تاسو څخه وړاندې امتونه پیدا کړي دي، په دې هیله (عبادت وکړئ) چې ستاسو او دهغه دعذاب تر مینځ دهغه دحکمونو منلو او دبندیزونو څخه ځان ژغورلو په مټ پرده پېدا شي (د الله له عذاب څخه وژغورل شئ). مخ ۳ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُمُ ٱلْأَرْضَ فِرَٰشًۭا وَٱلسَّمَآءَ بِنَآءًۭ وَأَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءًۭ فَأَخْرَجَ بِهِۦ مِنَ ٱلثَّمَرَٰتِ رِزْقًۭا لَّكُمْ ۖ فَلَا تَجْعَلُوا۟ لِلَّهِ أَندَادًۭا وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿٢٢﴾

تجعلوا لله أندادا وأنتم تعلمون الله تعالی هغه ذات دی چې ستاسې لپاره یې زمکه هواره کړې ده او دهغې له پاسه یې ښه قوي آسمان پیدا کړی دی او په تاسو دباران نعمت هم وروي، چې ددهغه پر مټ ګنې مېوې له زمکې څخه را زرغونوي، چې ستاسو لپاره روزي شي، نو تاسو هم له الله تعالی سره شریکان او بېلګې مه ګرځوئ، په داسې حال کې چې تاسي ښه پوهېږئ چې له الله تعالی پرته بل پیداکوونکی نه شته

وَإِن كُنتُمْ فِى رَيْبٍۢ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَىٰ عَبْدِنَا فَأْتُوا۟ بِسُورَةٍۢ مِّن مِّثْلِهِۦ وَٱدْعُوا۟ شُهَدَآءَكُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ ﴿٢٣﴾

صدقين ای خلکو! که چېرې تاسي دهغه قرآن په اړه په شک کې یاست چې مونږ پر خپل بنده محمد صلی الله علیه وسلم نازل کړی دی، نو تاسو ته چلنج (ننګونه) درکوو، چې ددې مقابله وکړئ او ددې په شان یو سورت راوړئ، که څه هم تر ټولو وړوکی سورت وي او هغه خلک چې ستاسې مرستندویان دي هغوی هم راوبلئ که چېرې تاسې په خپله دعوه کې ریښتیني یاست

فَإِن لَّمْ تَفْعَلُوا۟ وَلَن تَفْعَلُوا۟ فَٱتَّقُوا۟ ٱلنَّارَ ٱلَّتِى وَقُودُهَا ٱلنَّاسُ وَٱلْحِجَارَةُ ۖ أُعِدَّتْ لِلْكَـٰفِرِينَ ﴿٢٤﴾

پس که چېرې مو دا کار ونه کړ -او هېڅکله به ددې کار کولو وس ونلرئ- نو پس له هغه اور څخه ځانونه وساتئ چې دعذاب وړ انسانان پکې سوځېږي، او هغه کټې (تیږې) به هم پکې سوځي چې عبادت یې کېده، همدا اور الله تعالی دکافرانو لپاره چمتو او تیار کړی دی

وَبَشِّرِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ أَنَّ لَهُمْ جَنَّـٰتٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ ۖ كُلَّمَا رُزِقُوا۟ مِنْهَا مِن ثَمَرَةٍۢ رِّزْقًۭا ۙ قَالُوا۟ هَـٰذَا ٱلَّذِى رُزِقْنَا مِن قَبْلُ ۖ وَأُتُوا۟ بِهِۦ مُتَشَـٰبِهًۭا ۖ وَلَهُمْ فِيهَآ أَزْوَٰجٌۭ مُّطَهَّرَةٌۭ ۖ وَهُمْ فِيهَا خَـٰلِدُونَ ﴿٢٥﴾

نو لکه څنګه چې دا وړاندنی وعید (وېرونه) دکافرانو لپاره ؤ؛ نو (ای نبي) ته زېری ورکړه هغو مومنانو ته چې نېکې کړنې (عملونه) کوي په هغه څه چې دوی پرې خوشالېږي، چې هغه داسې جنتونه دي چې تر ماڼیو او ونولا ندې یې ویالې بهېږي او کله چې دوی دجنت دپاکو مېوو خوند وڅکي، نو ددنیا له مېوو سره دډېر یوشان والي له کبله به وایي: دا دهغو میوو په څېر دي چې مونږ ته مخکې هم راکړل شوې وې او دوی ته به داسې مېوې وړاندې شي چې په نوم او بڼه (شکل) کې به یوشان وي، تر دې چې دوی به پرې رامنډې کړي ددې لپاره چې له وړاندې یې پېژندلې، خو دا (مېوې) به په خوند کې سره جلا وي او ددوی لپاره په دې جنتونو کې داسې مېرمنې (ښځې) دي چې له هغو ټولو (عیبونو) پاکې دي چې انساني نفس یې بد ګڼي، او له هر هغه څه څخه به هم پاکې وي چې په دنیا کې دښځو اړوند زړه بداوی راولي او دوی به همېشنیو نعمتونو کې وي، نه ددنیا دنعمتونو په څېر چې تر یوې مودې وي (چې بیا بندېږي)

۞ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَسْتَحْىِۦٓ أَن يَضْرِبَ مَثَلًۭا مَّا بَعُوضَةًۭ فَمَا فَوْقَهَا ۚ فَأَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ فَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ ۖ وَأَمَّا ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فَيَقُولُونَ مَاذَآ أَرَادَ ٱللَّهُ بِهَـٰذَا مَثَلًۭا ۘ يُضِلُّ بِهِۦ كَثِيرًۭا وَيَهْدِى بِهِۦ كَثِيرًۭا ۚ وَمَا يُضِلُّ بِهِۦٓ إِلَّا ٱلْفَـٰسِقِينَ ﴿٢٦﴾

بېشکه الله تعالی په هېڅ ډول مثال بیانولو چې خوښه یې شي نه شرمېږي، نو کله ماشی په مثال کې راوړي او یا له دې هم غټ او یا وړوکی او خلک ددې پر وړاندې دوې ډلې وي: مومنان او کافران، نو هغوی چې مومنان وي نو ریښتينې ګڼي او پوهېږي چې ددې مثال تر شا لوی حکمت پروت دی او هغوی چې کافران دي نو د ټوکو او مسخرو په ډول پوښتنه کوي چې ولې الله تعالی ددې معمولي او سپکو شیانو مثال بیانوي؟ لکه ماشی، مچ، غڼه (جولا) او داسې نور، نو دالله تعالی له خوا ورته داسې ځواب دی: بېشکه په دې مثالونو کې دخلکو لپاره ډېرې لا رښوونې، هدایتونه او ازمیښتونه دي، پس ځېنې هغه دي چې الله تعالی یې په همدې مثالونو ګمراه کوي، ځکه چې فکر پرې نه کوي او مخ ترې اړوي، چې داسې خلک ډېر دي. او ځېنې نور هغه (کسان) دي چې الله تعالی ورته هدایت وکړي، ځکه چې دوی له دې مثالونو څخه پند اخلي او دوی هم ډېر دي او (الله) نه ګمراه کوي په دې مثالونو باندې مګر هغه خلک چې دګمراه کولو وړ وي او دا هغه خلک دي چې دالله تعالی له طاعت څخه وتلي وي؛ لکه منافقان. مخ ۴ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

ٱلَّذِينَ يَنقُضُونَ عَهْدَ ٱللَّهِ مِنۢ بَعْدِ مِيثَـٰقِهِۦ وَيَقْطَعُونَ مَآ أَمَرَ ٱللَّهُ بِهِۦٓ أَن يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِى ٱلْأَرْضِ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْخَـٰسِرُونَ ﴿٢٧﴾

هغه کسان چې دالله هغه ژمنه ماتوي، کومه يې چې له هغوی څخه يوازې دخپل عبادت او خپل هغه رسول دپيروۍ په اړه اخېستې وه پر کوم چې له هغه مخکې رسولانو خبر ورکړی و، او دکومې خپلوۍ پالنې چې الله امر کړی هغه پرې کوي او په ګناهونو سره په ځمکه کې دورانکارۍ خپرولو هڅه کوي؛ نو همدوی په دنيا او آخرت کې کم برخي (بې برخې) دي

كَيْفَ تَكْفُرُونَ بِٱللَّهِ وَكُنتُمْ أَمْوَٰتًۭا فَأَحْيَـٰكُمْ ۖ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿٢٨﴾

ای کافرانو! ستاسې هم ناآشنا کړنې دي! څنګه تاسو په الله تعالی کافران کېږئ، په داسې حال کې چې تاسې دالله تعالی دځواک نښې په خپلو ځانونو کې وینئ، بېشکه تاسې هيڅ نه وئ، نو تاسو یې پیدا او ژوندي کړئ، بیا به مو هماغه (الله) په دوهم ځل مړه کړي، بیا به مو په دوهم ژوند سره را ژوندي کړي، بیا به بېرته هغه ته ددې لپاره ورګرځئ چې دهغه څه حساب درسره وکړي چې تاسو وړاندې کړي دي

هُوَ ٱلَّذِى خَلَقَ لَكُم مَّا فِى ٱلْأَرْضِ جَمِيعًۭا ثُمَّ ٱسْتَوَىٰٓ إِلَى ٱلسَّمَآءِ فَسَوَّىٰهُنَّ سَبْعَ سَمَـٰوَٰتٍۢ ۚ وَهُوَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌۭ ﴿٢٩﴾

او يوازې الله هغه - ذات - دی چې ستاسو لپاره يې ټول هغه څه پيداکړي دي کوم چې په ځمکه کې دي له: نهرونو، ونو او داسې نور څه چې نه شمېرل کيږي او تاسو ترې ګټه اخلئ او له هغه څه ګټه پورته کوئ چې ستاسو لپاره يې اېل کړي دي، بيا يې دآسمان پيداکولو اراده وکړه؛ نو اووه برابر آسمانونه يې پيداکړل او هغه، همغه ذات دی چې پوهه یې پر هرڅه چاپېره شوې ده

وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَـٰٓئِكَةِ إِنِّى جَاعِلٌۭ فِى ٱلْأَرْضِ خَلِيفَةًۭ ۖ قَالُوٓا۟ أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ ٱلدِّمَآءَ وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ ۖ قَالَ إِنِّىٓ أَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُونَ ﴿٣٠﴾

الله تعالی خبر ورکوي چې ملائکو ته یې وویل: بېشکه زه به په زمکه کې داسې بشر پیدا کړم چې دالله تعالی په طاعت باندې دزمکې دآبادولو لپاره یو بل پسې به خلیفه کېږي، نو ملائکو دخپل رب څخه دلارښوونې او ځان پوهولو په موخه په زمکه کې دبني آدمو دخلافت دحکمت په اړه پوښتنه وکړه، چې دوی به په زمکه کې فسادونه کوي او په زیاتي سره به وینې تویوي، ویې ویل: چې مونږ ستا منونکي بندګان، ستا پاکي بیانوونکي، ستا لویې او عظمت ویونکي یو، له دې هېڅ نه ستړي کېږو، نو الله تعالی ددوی دپوښتنې په ځواب کې داسې وویل: بېشکه زه په هغه څه چې تاسو پرې نه پوهېږئ ډېر ښه پوهېږم چې ددوی په پېدایښت کې څومره حکمتونه دي او ددوی په خلافت کې څومره لویې موخې دي

وَعَلَّمَ ءَادَمَ ٱلْأَسْمَآءَ كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى ٱلْمَلَـٰٓئِكَةِ فَقَالَ أَنۢبِـُٔونِى بِأَسْمَآءِ هَـٰٓؤُلَآءِ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ ﴿٣١﴾

او دآدم عليه السلام دمرتبې ښکارولو لپاره الله هغه ته دټولو شیانو نومونه له څارويو، جامدو او نورو شيانو څخه له الفاظو او معناګانو سره ور وښودل، بيا يې دغه نومول شوي شيان پر پرېښتو وړاندې کړل، په دې ويلو سره چې نومونه يې را وښيئ، که چېرې تاسې په هغه څه کې رېښتني وئ چې تاسو يې واياست چې تاسو له دغه مخلوق څخه درانه او غوره ياست

قَالُوا۟ سُبْحَـٰنَكَ لَا عِلْمَ لَنَآ إِلَّا مَا عَلَّمْتَنَآ ۖ إِنَّكَ أَنتَ ٱلْعَلِيمُ ٱلْحَكِيمُ ﴿٣٢﴾

دوی وویل -په داسې حال کې چې دخپل نقص او کمي اعتراف کوونکي وو او ټول فضل یې الله تعالی ته وروګرځولو-: ای ربه! مونږ ستا پاکي او لویي بیانوو له دې څخه چې ستا په فیصله او شریعت نیوکه وکړو، پس مونږ په هېڅ نه پوهېږو پرته له هغه څه چې تا یې مونږ ته علم راکړی دی، بېشکه همدا ته په هر څه داسې پوه یې چې هېڅ هم له تا پټ نه دي، دحکمت څښتن یې چې دخپل تقدیر او شریعت ټول کارونه په خپل ځای کې ږدې. مخ ۵ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

قَالَ يَـٰٓـَٔادَمُ أَنۢبِئْهُم بِأَسْمَآئِهِمْ ۖ فَلَمَّآ أَنۢبَأَهُم بِأَسْمَآئِهِمْ قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ إِنِّىٓ أَعْلَمُ غَيْبَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَأَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا كُنتُمْ تَكْتُمُونَ ﴿٣٣﴾

ما تبدون وما كنتم تكتمون او په دغه وخت کې الله تعالی آدم علیه السلام ته وویل: دوی ددې شیانو له نومونو خبر کړه، نو کله چې (آدم علیه السلام) هغه شان خبر کړل څرنګه چې خپل رب ورته ښودلي وو، الله پاک ملائکو ته وویل: آیا ما تاسو ته نه ؤویلي؟ چې زه داسمانونو او زمکې په پټو باندې عالم یم او پوهېږم ستاسو په هغو حالاتو چې تاسو یې ښکاره کوئ

وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَـٰٓئِكَةِ ٱسْجُدُوا۟ لِـَٔادَمَ فَسَجَدُوٓا۟ إِلَّآ إِبْلِيسَ أَبَىٰ وَٱسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ ٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿٣٤﴾

الله تعالی روښانه کوي چې هغه (الله) ملائکو ته دآدم علیه السلام داحترام لپاره دسجدې امر کړی ؤ، نو ټولو دالله تعالی امر په چټکتیا سره ومانه، مګر (یوازې) هغه ابلیس چې دپېریانو له جنس څخه ؤانکار یې وکړ او دالله تعالی په امر یې نیوکه وکړه، او په آدم علیه السلام یې لویي وکړه، نو له دې کبله په الله تعالی باندې کافر شو

وَقُلْنَا يَـٰٓـَٔادَمُ ٱسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ ٱلْجَنَّةَ وَكُلَا مِنْهَا رَغَدًا حَيْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هَـٰذِهِ ٱلشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٣٥﴾

او مونږ وویل اې آدم علیه السلام! ته او ستا میرمن -حواء- په جنت کې واوسېږئ او دواړه په دې جنت کې پراخه، خوندور، بې تکلیفه خوراک کوئ، دجنت په هر ځای کې چې غواړئ، ولې له دې ونې څخه چې ما تاسو دهغې له خوارک څخه منع کړي یاست ځان وساتئ، نو که تاسو دواړو زما دحکم نافرماني وکړه ضرور به دظالمانو له ډلې څخه شئ. و ر

فَأَزَلَّهُمَا ٱلشَّيْطَـٰنُ عَنْهَا فَأَخْرَجَهُمَا مِمَّا كَانَا فِيهِ ۖ وَقُلْنَا ٱهْبِطُوا۟ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّۭ ۖ وَلَكُمْ فِى ٱلْأَرْضِ مُسْتَقَرٌّۭ وَمَتَـٰعٌ إِلَىٰ حِينٍۢ ﴿٣٦﴾

ومتع إ لى حين پس شیطان به تل وسوسې ور اچولې او بد عمل به یې ورته ښایسته کولو؛ تر دې چې ویې ښویول او په ګناه يې اخته کړل او دهغې ونې څخه یې خوراک وکړ چې الله تعالی ترې منع کړي وو، پس سزا یې دا شوه چې دهغه جنت څخه وویستل شول کوم کې چې دوی پکې اوسېدل او الله تعالی دوی دواړو او شیطان ته وویل: زمکې ته ښکته شئ، یو له بل سره به دښمنان یئ، او ستاسې لپاره پر زمکه کې پاتې کېدل او له خیر څخه يې خوند اخیستل دي، تر دې چې ستاسو اجل پوره شي او قیامت راشي

فَتَلَقَّىٰٓ ءَادَمُ مِن رَّبِّهِۦ كَلِمَـٰتٍۢ فَتَابَ عَلَيْهِ ۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ ﴿٣٧﴾

پس آدم علیه السلام هغه ټکي واخیستل، کوم چې الله تعالی ده ته ورکړل، او الله تعالی ورته په زړه کې همدا ټکي ورواچول، او دا هغه ټکي دي چې په دې وینا دالله تعالی کې یاد شوي دي: (دواړو وویل: ای زمونږ پالونکیه! مونږ په خپلو نفسونو باندې تېری کړی دی او که چېرې ته مونږ ته بښنه ونه کړې او پر مونږ رحم ونه کړې نو خامخا به مونږ له زیانمو څخه شو). (الاعراف: ۲۳) پس الله تعالی یې توبه قبوله کړه او بښنه یې ورته وکړه، پس الله تعالی دخپلو بندګانو خورا ډېر توبه قبلونکی او پر دوی رحم کوونکی دی

قُلْنَا ٱهْبِطُوا۟ مِنْهَا جَمِيعًۭا ۖ فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُم مِّنِّى هُدًۭى فَمَن تَبِعَ هُدَاىَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿٣٨﴾

مونږ ورته وویل: ټول له جنت څخه زمکې ته کوز شئ، نو که چېرې تاسي ته زما دپېغمبرانو په لا س لا رښوونه راغله، نو پس چا چې دهغې پیروي وکړه او زما پر پېغمبرانو یې ایمان راوړ، نو په دوی په آخرت کې هېڅ ډول وېره نشته او نه به دوی په هغه څه غمجن شي چې له دوی څخه په دنیا کې پاتې شوي دي. مخ ۶ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَكَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَآ أُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلنَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَـٰلِدُونَ ﴿٣٩﴾

او کومو کسانو چې کفر کړی او زموږ آيتونه يې درواغ ګڼلي دي، همدوی دوزخيان دي هيڅکله به ترې ونه وځي

يَـٰبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ٱذْكُرُوا۟ نِعْمَتِىَ ٱلَّتِىٓ أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَوْفُوا۟ بِعَهْدِىٓ أُوفِ بِعَهْدِكُمْ وَإِيَّـٰىَ فَٱرْهَبُونِ ﴿٤٠﴾

ای دیعقوب علیه السلام ځامنو! دالله تعالی پرله پسې نعمتونه یاد کړئ او شکر پرې وباسئ او زما په ژمنو باندې وفا وکړئ، هغه چې پر ما او زما پر پېغمبرانو ایمان لرل او زما پر شریعت عمل کول دي. نو که چېرې تاسو په هغې (ژمنې) وفا وکړه، زه به هم په خپلو هغو ژمنو وفا وکړم چې مایې درسره وعده کړې ده، په دنیا کې به ښه ژوند او آخرت کې به ښایسته بدله درکړم، نو یوازې له ما څخه ووېرېږئ او زما ژمنې مه ماتوئ

وَءَامِنُوا۟ بِمَآ أَنزَلْتُ مُصَدِّقًۭا لِّمَا مَعَكُمْ وَلَا تَكُونُوٓا۟ أَوَّلَ كَافِرٍۭ بِهِۦ ۖ وَلَا تَشْتَرُوا۟ بِـَٔايَـٰتِى ثَمَنًۭا قَلِيلًۭا وَإِيَّـٰىَ فَٱتَّقُونِ ﴿٤١﴾

او تاسو په هغه قرآن ایمان راوړئ کوم چې ما په محمد صلی الله علیه وسلم نازل کړی دی او دهغه تورات سره چې لا تحریف شوی نه ؤله هغه سره دتوحید او محمد صلی الله علیه وسلم دنبوت په موضوع کې یوشان دی او له دې ووېرېږئ چې په دې (قرآن) لومړني کافران شئ او هغه آیاتونه چې ما رالېږلئ دقدرت او چوکۍ په لږه بیه مه بدلوئ او زما له غضب او عذاب څخه ووېرېږئ

وَلَا تَلْبِسُوا۟ ٱلْحَقَّ بِٱلْبَـٰطِلِ وَتَكْتُمُوا۟ ٱلْحَقَّ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿٤٢﴾

او هغه حق چې ما په خپلو پېغمبرانو نازل کړی له هغو دروغو سره مه ګډوئ کوم چې تاسو له ځانه جوړوئ او هغه حق هم مه پټوئ کوم چې دمحمد صلی الله علیه وسلم دصفتونو په اړه ستاسو په کتابونو کې راغلی دی، سره له دې چې تاسي پرې علم او باور لرئ

وَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ وَٱرْكَعُوا۟ مَعَ ٱلرَّٰكِعِينَ ﴿٤٣﴾

او تاسو دارکانو، واجباتو او سنتو په پوره کولو سره لمونځ ادا کړئ او دهغو مالونو زکات وباسئ کوم چې الله تعالی ستاسو په لا سونو کې درکړي دي او الله تعالی ته د محمد صلی الله علیه وسلم دامت له عاجزي کوونکو سره عاجزي وکړئ

۞ أَتَأْمُرُونَ ٱلنَّاسَ بِٱلْبِرِّ وَتَنسَوْنَ أَنفُسَكُمْ وَأَنتُمْ تَتْلُونَ ٱلْكِتَـٰبَ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿٤٤﴾

څومره بده خبره ده چې تاسو بل چاته دایمان او نېکۍ امر کوئ او خپله ترې بیا مخ اړوئ او ځانونه هېروئ، په داسې حال کې چې تاسو تورات هم لولئ، او په دې هم ښه پوهېږئ چې په تورات کې دالله ددین په پېروۍ او دهغه په پېغمبرانو دباور کولو امر شوی دی، نو آیا تاسو له خپلو عقولونو څخه ګټه نه اخلئ؟!

وَٱسْتَعِينُوا۟ بِٱلصَّبْرِ وَٱلصَّلَوٰةِ ۚ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلَّا عَلَى ٱلْخَـٰشِعِينَ ﴿٤٥﴾

او په صبر او لمانځه سره له الله تعالی څخه ددنیا او آخرت په ټولو کارونو کې مرسته وغواړئ، چې هغه (الله) ته مو نږدې کړئ او له هغه سره مو پیوسته کړي، نو هغه به ستاسي مرسته او ساتنه وکړي او له تاسي څخه به هر ډول ضرر لرې کړي او بیشکه چې لمونځ ډېر دروند او لوې کار دې مګر هغو کسانو ته آسان دې چې خپل رب ته عاجزي کوونکي وي

ٱلَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلَـٰقُوا۟ رَبِّهِمْ وَأَنَّهُمْ إِلَيْهِ رَٰجِعُونَ ﴿٤٦﴾

او دا ځکه چې همدا خلک پر دې باور لري چې دوی خپل رب ته ورځي او هغه سره دقیامت په ورځ ملاقات کوونکي دي او بېشکه دوی الله تعالی ته دخپلو کړنو دبدلې لپاره ور ګرځېدونکي دي. مخ ۷ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

يَـٰبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ٱذْكُرُوا۟ نِعْمَتِىَ ٱلَّتِىٓ أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَنِّى فَضَّلْتُكُمْ عَلَى ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٤٧﴾

ای دیعقوب علیه السلام اولاده! زما هغه دیني او دنیوي نعمتونه یاد کړئ چې پر تاسو مې لورولي دي او یاد کړئ چې تاسي مې دخپلې زمانې پر خلکو په نبوت او ملک سره غوره کړي یاست

وَٱتَّقُوا۟ يَوْمًۭا لَّا تَجْزِى نَفْسٌ عَن نَّفْسٍۢ شَيْـًۭٔا وَلَا يُقْبَلُ مِنْهَا شَفَـٰعَةٌۭ وَلَا يُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌۭ وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ ﴿٤٨﴾

داوامرو په کولو او دنواهیو دپرېښودلو پر مټ دخپلو ځانونو او دقیامت دورځې دعذاب ترمنځ پرده جوړه کړئ، هغه ورځ چې هیڅ یو نفس به بل نفس ته هیڅ رنګه ګټه ونه رسوي او نه به له هغه سره دګټې او زیان په اړه دالله تعالی له اجازې پرته دهیچا سپارښتنه ومنل شي او نه به ورڅخه فدیه واخیستل شي، اګر که ټوله نړۍ له سروزرو ډکه کړي او نه به هیڅوک په دې ورځ ددوی مرستندوی وي، نو کله چې نه سپارښت کوونکی ګټه رسولی شي او نه فدیه وي او نه (بل) مرستندوی، نو د تېښتې لا ره به چېرته وي؟!

وَإِذْ نَجَّيْنَـٰكُم مِّنْ ءَالِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوٓءَ ٱلْعَذَابِ يُذَبِّحُونَ أَبْنَآءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَآءَكُمْ ۚ وَفِى ذَٰلِكُم بَلَآءٌۭ مِّن رَّبِّكُمْ عَظِيمٌۭ ﴿٤٩﴾

ر بكم عظيم ای بنی اسرائیلو! هغه وخت یاد کړئ چې تاسو مې دفرعون له پیروانو څخه وژغورلئ، چې تاسو ته یې ډول ډول عذابونه درکول؛ ستاسو داولادونو مرۍ به یې پرې کولې، تر څو ستاسې نسل پاتې نه شي او ستاسي لورګانې به یې ژوندۍ پرېښودلې، تر څو دهغوی خدمت وکړي او ستاسو سخت سپکاوی وشي او دفرعون او دهغه دپیروانو له زورواکۍ څخه ستاسي ژغورنه کې ستاسي درب لخوا لویه ازموینه ده، ښایي چې تاسي شکر وباسئ

وَإِذْ فَرَقْنَا بِكُمُ ٱلْبَحْرَ فَأَنجَيْنَـٰكُمْ وَأَغْرَقْنَآ ءَالَ فِرْعَوْنَ وَأَنتُمْ تَنظُرُونَ ﴿٥٠﴾

او زمونږ له نعمتونو څخه دا هم یاد کړئ چې مونږ ستاسې لپاره سمندر څیرې کړ او تاسو ته مو پکې وچې لا رې جوړې کړې، تر څو تاسې پر هغو لاړ شئ، نو تاسو مو وژغورلۍ او ستاسې پر وړاندې مو ستاسو دښمن فرعون او دهغه پیروان په اوبو کې ډوب کړل چې تاسو ورته کتل

وَإِذْ وَٰعَدْنَا مُوسَىٰٓ أَرْبَعِينَ لَيْلَةًۭ ثُمَّ ٱتَّخَذْتُمُ ٱلْعِجْلَ مِنۢ بَعْدِهِۦ وَأَنتُمْ ظَـٰلِمُونَ ﴿٥١﴾

او زمونږ له نعمتونو څخه له موسی علیه السلام سره دڅلویښتو ورځو ژمنه (نېټه ټاکل) هم یاده کړئ چې دلارښوونې او روښنايي کتاب تورات درته بشپړ نازل شي، بیا په دغه موده کې پرته له دې چې تاسي دخوسي عبادت وکړئ بل څه مو ونه کړل، او تاسو په دې کار سره له زیاتي کوونکو څخه شوئ. ثم عفونا عنكم من بعد ذلك لعل كم تشكرون

ثُمَّ عَفَوْنَا عَنكُم مِّنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿٥٢﴾

پس کله چې تاسې توبه وایستله نو مونږ ستاسې له ګناه تېر شولو، نو تاسو مو ونه نیولئ، ښایي چې تاسې په ښې بندګۍ او اطاعت سره دالله تعالی شکر وباسئ

وَإِذْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَـٰبَ وَٱلْفُرْقَانَ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿٥٣﴾

او له هغو نعمتونو څخه دا هم په یاد ولرئ چې مونږ موسی علیه السلام ته تورات ورکړ چې دحق او باطل تر منځ بېلونکی او دلارښوونې (هدایت) او ګمراهۍ تر منځ جلا کوونکی کتاب دی، ښایي ددې پر مټ حق لا رې ته لاړ شئ

وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِۦ يَـٰقَوْمِ إِنَّكُمْ ظَلَمْتُمْ أَنفُسَكُم بِٱتِّخَاذِكُمُ ٱلْعِجْلَ فَتُوبُوٓا۟ إِلَىٰ بَارِئِكُمْ فَٱقْتُلُوٓا۟ أَنفُسَكُمْ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌۭ لَّكُمْ عِندَ بَارِئِكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ ۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ ﴿٥٤﴾

له دې نعمتونو څخه دا هم یاد کړئ چې الله تعالی تاسو ته دخوسي له بنده ګۍ څخه دتوبې وس درکړ، کله چې موسی علیه السلام تاسو ته وویل: بېشکه تاسو پر مخ ۸ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر خپلو ځانونو دخوسي په بندګۍ کولو سره ظلم وکړ، نو تاسو ټول توبه وباسئ او خپل رب او پېدا کوونکي ته ور وګرځئ اوهغه داسې چې تاسو یو بل ووژنئ او په دې بڼه توبه ویستل تاسو ته له دې غوره دي چې په هغه کفر سرکشي وکړئ کوم چې تاسو په اور کې تل پاتې کوي، نو دالله تعالی په مرسته تاسو توبه وویستله او هغه قبوله کړه؛ ځکه چې هغه ډېر توبه قبلوونکی او پر خپلو بندګانو لورین دی

وَإِذْ قُلْتُمْ يَـٰمُوسَىٰ لَن نُّؤْمِنَ لَكَ حَتَّىٰ نَرَى ٱللَّهَ جَهْرَةًۭ فَأَخَذَتْكُمُ ٱلصَّـٰعِقَةُ وَأَنتُمْ تَنظُرُونَ ﴿٥٥﴾

او یاد کړئ هغه وخت چې کله ستاسو پلرونو په ډېرې بې باکۍ (جسارت) موسی علیه السلام ته وویل: هېڅکله به مونږ ستا پر خبرو باور ونه کړو ترهغو چې الله په ښکاره ونه وینو، چې له مونږ څخه پټ نه وي، نو یوه سوزونکی اور را ونغاړلئ، او ویې ووژلئ چې تاسې یو بل ته کتل. ثم بعثنكم من بعد موتكم لعل كم تشكرون

ثُمَّ بَعَثْنَـٰكُم مِّنۢ بَعْدِ مَوْتِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿٥٦﴾

بیا مونږ تاسو له مرګ څخه وروسته ژوندي کړئ، ښایي چې تاسي دالله تعالی پر هغو نعمتونو (پېرزوینو) شکر وباسئ چې پر تاسو یې کړي دي

وَظَلَّلْنَا عَلَيْكُمُ ٱلْغَمَامَ وَأَنزَلْنَا عَلَيْكُمُ ٱلْمَنَّ وَٱلسَّلْوَىٰ ۖ كُلُوا۟ مِن طَيِّبَـٰتِ مَا رَزَقْنَـٰكُمْ ۖ وَمَا ظَلَمُونَا وَلَـٰكِن كَانُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿٥٧﴾

أ نفسهم يظلمون او پر تاسو باندې زمونږ له نعمتونو څخه دا هم دي چې مونږ ورېځ (ددې لپاره) راولېږله تر څو له سوځونوکي لمو څخه پر تاسې سیوری شي، کله چې په زمکه کې ورک شوي وئ (لاره مو ورکه کړې وه) او مونږ له خپلو نعمتونو څخه پر تاسو دشاتو په څېر خواږه څښاک او واړه مرغان پاکې غوښې لرونکي چې دمړزانو په څېر دي نازل کړل، او تاسو ته مو وویل: وخورئ له هغه پاکو شیانو څخه چې مونږ تاسو ته درکړي دي. او دوی ددې نعمتونو په انکار او نا شکرۍ سره له مونږ څخه هېڅ کم نه کړل، لیکن دوی په خپلو ځانونو تېری وکړ چې دنېکۍ نصیب یې کم شو او عذاب ته یې ځانونه وړاندې کړل

وَإِذْ قُلْنَا ٱدْخُلُوا۟ هَـٰذِهِ ٱلْقَرْيَةَ فَكُلُوا۟ مِنْهَا حَيْثُ شِئْتُمْ رَغَدًۭا وَٱدْخُلُوا۟ ٱلْبَابَ سُجَّدًۭا وَقُولُوا۟ حِطَّةٌۭ نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطَـٰيَـٰكُمْ ۚ وَسَنَزِيدُ ٱلْمُحْسِنِينَ ﴿٥٨﴾

او دالله تعالی له نعمتونو څخه دا هم یاد کړئ چې مونږ تاسو ته وویل: بیت المقدس ته ننوځئ او له هغو پاکو شیانو څخه چې هلته دي وخورئ، له هر ځایه مو چې خوښه وي خوندور او پراخه، او دننوتلو پر مهال په رکوع او عاجزئ سره ننوځئ او له الله تعالی څخه غوښتنه وکړئ او داسې ووایئ: اې زمونږه ربه! زمونږ تېروتنې وبښه؛ مونږ به ستاسو دعاګانې قبولې کړو او زر ده چې دنېکي کوونکو په کړنو کې به دهغوی دنېکیو برابر ثواب ور زیات کړو

فَبَدَّلَ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ قَوْلًا غَيْرَ ٱلَّذِى قِيلَ لَهُمْ فَأَنزَلْنَا عَلَى ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ رِجْزًۭا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ بِمَا كَانُوا۟ يَفْسُقُونَ ﴿٥٩﴾

پس نه وو غبرګون ددوی تېري کوونکو مګر دا چې کړنه یې بدله کړله، او وینا یې تحریف کړه، نو په داسې حال کې ننوتل چې شاګانو څښېدل او ویل یې: دانه په وېښته (یا وربشه) کې، چې دالله تعالی حکم پورې یې ملنډې وهلې؛ پس بدله یې دا شوه چې الله تعالی پر تېري کوونکو دآسمان لخوا عذاب نازل کړ، په سبب د دې چې دوی دشریعت له حدودو څخه بهر شول او دحکم مخالفت یې وکړ

۞ وَإِذِ ٱسْتَسْقَىٰ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِۦ فَقُلْنَا ٱضْرِب بِّعَصَاكَ ٱلْحَجَرَ ۖ فَٱنفَجَرَتْ مِنْهُ ٱثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْنًۭا ۖ قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍۢ مَّشْرَبَهُمْ ۖ كُلُوا۟ وَٱشْرَبُوا۟ مِن رِّزْقِ ٱللَّهِ وَلَا تَعْثَوْا۟ فِى ٱلْأَرْضِ مُفْسِدِينَ ﴿٦٠﴾

او دالله تعالی له نعمتونو څخه یاد کړئ کله چې تاسو په تیه (دښته) کې وئ، او سختې تندې سره مخ شوې، نو موسی علیه السلام خپل ربه ته عاجزي وکړه او غوښتنه يې وکړه چې تاسې خړوبه کړي؛ نو مونږ ورته امر وکړ چې په خپله امسا باندې تېږه ووهي؛ نو کله چې یې ووهله له هغې (تېږې) څخه ستاسو دقبیلو په شمېر دولس چېنې وبهېدې، او اوبه یې روانې شوې او مونږ هرې قبیلې ته دهغې دڅښاک ځانګړی ځای وروښود، څو ددوی تر منځ شخړه رانشي او ورته مو وویل: دالله تعالی دهغه روزي څخه چې تاسو ته یې له کوښښ او زیار څخه پرته رالېږلې، خورئ او څښئ، او پر ځمکه دفساد کولو هڅه مه کوئ. مخ ۹ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَإِذْ قُلْتُمْ يَـٰمُوسَىٰ لَن نَّصْبِرَ عَلَىٰ طَعَامٍۢ وَٰحِدٍۢ فَٱدْعُ لَنَا رَبَّكَ يُخْرِجْ لَنَا مِمَّا تُنۢبِتُ ٱلْأَرْضُ مِنۢ بَقْلِهَا وَقِثَّآئِهَا وَفُومِهَا وَعَدَسِهَا وَبَصَلِهَا ۖ قَالَ أَتَسْتَبْدِلُونَ ٱلَّذِى هُوَ أَدْنَىٰ بِٱلَّذِى هُوَ خَيْرٌ ۚ ٱهْبِطُوا۟ مِصْرًۭا فَإِنَّ لَكُم مَّا سَأَلْتُمْ ۗ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ ٱلذِّلَّةُ وَٱلْمَسْكَنَةُ وَبَآءُو بِغَضَبٍۢ مِّنَ ٱللَّهِ ۗ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا۟ يَكْفُرُونَ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ وَيَقْتُلُونَ ٱلنَّبِيِّـۧنَ بِغَيْرِ ٱلْحَقِّ ۗ ذَٰلِكَ بِمَا عَصَوا۟ وَّكَانُوا۟ يَعْتَدُونَ ﴿٦١﴾

ياد کړئ کله مو چې دخپل پالونکي له نعمت نټه وکړه؛ نو کوم من او سلوی چې الله درباندې را نازل کړي وله هغو ستړي شوئ او ومو ويل موږ هيڅکله په يوډول نه بدلېدونکي خوړو صبر نشو کولای، نو له موسی - عليه السلام - مو وغوښتل ترڅو له الله ستاسو لپاره وغواړي چې دځمکې له لوبيا، سبزۍ، ترې چې بادرنګ ته ورته دي خو غټې دي او دانې، عدس او پياز دخوړو په ډول را وباسي؛ نو موسی - عليه السلام - ستاسو دغوښتنې دنه خوښولو په توګه وويل: آيا من او سلوی پر هغه څه بدلوئ چې ترې لږ او ټيټ دي په داسې حال کې چې هغه غوره او ډېر ښه وو او پرته له ستړيا او ستونزې درته راتلل او له همدغې ځمکې هر کلي ته را نازلېدل، نو تاسو په خپلو کښتونو او بازارونو کې موندل، دهغوی دخپلو نفسي غوښتنو او څه چې الله دهغوی لپاره غوره کړي وله هغو څخه دتکراري مخ اړونې له امله پر هغوی سپکاوی, بې وزلي او بې وسي راغله، او دالله له غضب سره را وګرځېدل دهغه له دينه دمخ اړولو او دهغه پر آيتونو دکفر کولو او په تېري او له بريده اوښتلو سره دهغه دنبيانو دوژلو له امله، دا ټول له دې امله چې هغوی له الله سرغړونه وکړه او دهغه له پولو اوښتل

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَٱلَّذِينَ هَادُوا۟ وَٱلنَّصَـٰرَىٰ وَٱلصَّـٰبِـِٔينَ مَنْ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ وَعَمِلَ صَـٰلِحًۭا فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿٦٢﴾

عند ربهم ولا خوف عليهم ولا هم يحزنون بېشکه له دې امت څخه چې کومو کسانو ایمان راوړی او همدا راز هغه کسان چې له پخوانیو امتونو څخه ایمان راوړی او دمحمد صلی الله علیه وسلم دبعثت څخه وړاندې وو، لکه یهودیان، عیسویان او صابئین -چې دا دځینو پېغمبرانو دپېروانو یو ډله ده چا کې چې په الله تعالی او دآخرت پر ورځ ایمان شتون درلود- نو دوی لپاره دالله تعالی په نزد ثواب دی او نه به پر دوی دآخرت په اړه وېره وي او نه به دوی په پاتې شوې دنیا پسې غمجن وي

وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَـٰقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ ٱلطُّورَ خُذُوا۟ مَآ ءَاتَيْنَـٰكُم بِقُوَّةٍۢ وَٱذْكُرُوا۟ مَا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴿٦٣﴾

او هغه کلکه ژمنه یاده کړئ چې له تاسو څخه مو اخیستې وه، پدې چې په الله تعالی او پېغمبرانو به ایمان لرئ او غر مو پر تاسو پورته کړ څو ووېرېږئ او په ژمنه وفا وکړئ، مونږ تاسې ته امر وکړ چې هغه څه چې مونږ په تورات کې پر تاسو نازل کړي دي، له سستۍ او سپکاوۍ پرته، په کلکه واخلئ او هغه څه چې په دې کې دي (هغه) زده کړئ او فکر پرې وکړئ؛ ښايي چې په دې کار سره دالله تعالی له عذاب څخه ځانونه وژغورئ

ثُمَّ تَوَلَّيْتُم مِّنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ ۖ فَلَوْلَا فَضْلُ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُۥ لَكُنتُم مِّنَ ٱلْخَـٰسِرِينَ ﴿٦٤﴾

پس ستاسو غبرګون دا ؤچې دکلکې ژمنې له اخیستلو وروسته مو مخ واړولو او نا فرماني مو وکړه، نو که چېرې دالله تعالی فضل پر تاسو نه وای، چې ستاسو ګناهونه یې وبښل او رحمت یې نه وای چې ستاسې توبه یې قبوله کړه؛ نو خامخا به تاسو ددې مخ اړولو او نافرمانۍ له کبله له زیانکارانو ځنې وئ

وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ ٱلَّذِينَ ٱعْتَدَوْا۟ مِنكُمْ فِى ٱلسَّبْتِ فَقُلْنَا لَهُمْ كُونُوا۟ قِرَدَةً خَـٰسِـِٔينَ ﴿٦٥﴾

او تاسي دخپلو مشرانو په اړه داسې خبر یاست چې هېڅ شک په کې نشته؛ کله چې دوی دشنبې په ورځ په ښکار تېری وکړ چې په دغه ورځ په دوی ښکار حرام شوی ؤ، نو دوی ورته حیله جوړه کړه چې جالونه به یې دشنبې په ورځ ودرول او بیا به یې دیکشنبې په ورځ راویستل؛ نو الله تعالی له دوی څخه دحیلې کولو په سبب ذلیله بېزوګان جوړ کړل. فجعلنها نكلا لما بين يديها وما خلفها وموعظة للمتقين

فَجَعَلْنَـٰهَا نَكَـٰلًۭا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهَا وَمَا خَلْفَهَا وَمَوْعِظَةًۭ لِّلْمُتَّقِينَ ﴿٦٦﴾

پس همدا تېری کوونکی کلی مونږ دنورو ګرد چاپېره کلیو لپاره عبرت وګرځاوه او دهغو کسانو لپاره هم عبرت شو چې وروسته راتلونکي دي؛ څو دهغوی په څېر کړنه ونه کړي او دهغوی په څېر دسزا وړ ونه ګرځي، او مونږ دوی دهغو پرهېزګارانو لپاره پند وګرځول چې دالله تعالی له عذاب او دهغه له حدودو څخه تېري مخ ۱۰ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر کوونکو دبدلې اخیستلو څخه وېرېږي

وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِۦٓ إِنَّ ٱللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تَذْبَحُوا۟ بَقَرَةًۭ ۖ قَالُوٓا۟ أَتَتَّخِذُنَا هُزُوًۭا ۖ قَالَ أَعُوذُ بِٱللَّهِ أَنْ أَكُونَ مِنَ ٱلْجَـٰهِلِينَ ﴿٦٧﴾

او دخپلو مشرانو دخبرونو څخه هغه خبرې اترې هم یادې کړئ چې دهغوی او موسی علیه السلام تر منځ تېرې شوې دي، چې موسی علیه السلام ورته خبر ورکړ په دې چې تاسو ته دالله تعالی امر دی چې یوه غوا حلاله کړئ، پس پر ځای ددې چې په بېړه کار وکړي، په سرکشۍ یې وویل: آیا ته مونږ پورې ملنډې وهې، نو موسی علیه السلام وویل: پناه غواړم په الله تعالی چې زه له هغه کسانو څخه شم چې په الله تعالی دروغ تړي او په خلکو ملنډې وهي

قَالُوا۟ ٱدْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّن لَّنَا مَا هِىَ ۚ قَالَ إِنَّهُۥ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌۭ لَّا فَارِضٌۭ وَلَا بِكْرٌ عَوَانٌۢ بَيْنَ ذَٰلِكَ ۖ فَٱفْعَلُوا۟ مَا تُؤْمَرُونَ ﴿٦٨﴾

تؤمرون دوی موسی علیه السلام ته وویل: له الله تعالی څخه وغواړه چې دهغې غوا پوره صفات مونږ ته بیان کړي دکومې غوا دحلالولو امر یې چې مونږ ته کړی دی، پس هغه ورته وویل: بېشکه الله تعالی وایي: دا داسې غوا ده چې نه دډېر عمر ده او نه وړه ده، بلکې ددې دواړو تر منځ ده، پس دخپل رب امر منلو کې بېړه وکړئ

قَالُوا۟ ٱدْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّن لَّنَا مَا لَوْنُهَا ۚ قَالَ إِنَّهُۥ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌۭ صَفْرَآءُ فَاقِعٌۭ لَّوْنُهَا تَسُرُّ ٱلنَّـٰظِرِينَ ﴿٦٩﴾

پس دوی خپلې جګړې او سرکشۍ ته ادامه ورکړه او موسی علیه السلام ته یې وویل: له خپل رب څخه وغواړه چې مونږ ته دغوا رنګ وښایي، نو موسی علیه السلام ورته وویل: بېشکه الله تعالی وایي: بېشکه چې دا زېړه غوا ده، تېز زېړوالی لري، چې هر لېدونکی حېرانوي

قَالُوا۟ ٱدْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّن لَّنَا مَا هِىَ إِنَّ ٱلْبَقَرَ تَشَـٰبَهَ عَلَيْنَا وَإِنَّآ إِن شَآءَ ٱللَّهُ لَمُهْتَدُونَ ﴿٧٠﴾

بیا یې په سرکشۍ سره وویل: له خپل رب څخه وغواړه چې دغوا نور صفتونه هم راته بیان کړي؛ ځکه چې په یادو صفتونوخو ډېرې غواوې دي مونږ نشو کولای چې دهغو تر منځ یوه غوره کړو. خو دوی ټينګار کولو چې که چېرې دالله خوښه وشي نو مونږ به هغه غوا پیدا کړو دکومې دذبحه کولو غوښتنه چې شوې ده

قَالَ إِنَّهُۥ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌۭ لَّا ذَلُولٌۭ تُثِيرُ ٱلْأَرْضَ وَلَا تَسْقِى ٱلْحَرْثَ مُسَلَّمَةٌۭ لَّا شِيَةَ فِيهَا ۚ قَالُوا۟ ٱلْـَٔـٰنَ جِئْتَ بِٱلْحَقِّ ۚ فَذَبَحُوهَا وَمَا كَادُوا۟ يَفْعَلُونَ ﴿٧١﴾

فذبحوها وما كادوا يفعلون پس موسی علیه السلام ورته وویل: بېشکه الله تعالی وایي: ددې غوا صفت دادی چې دا نه په یوې (کولبه) وهلو کې دچا تابع شوې ده او نه په ارهټ وهلو (زمکه خړوبولو) کې، او دا دله ټولو عیبونو څخه پاکه ده، په دې کې دزېړ رنګ پرته دبل رنګ نښه هم نشته، نو په دغه وخت کې دوی وویل: اوس دې راته دغوا پوره او دقیق صفتونه راوړل، نو حلاله یې کړله پس له دې چې نږدې وو چې حلالول ترې ددوی دجګړې او سرکشۍ له امله پاتې شوي وی

وَإِذْ قَتَلْتُمْ نَفْسًۭا فَٱدَّٰرَْٰٔتُمْ فِيهَا ۖ وَٱللَّهُ مُخْرِجٌۭ مَّا كُنتُمْ تَكْتُمُونَ ﴿٧٢﴾

او هغه وخت یاد کړئ چې تاسو دخپل منځ څخه یو وواژه نو تاسو دخپلو ځانونو دفاع کوله، هر سړي خپل ځان څخه دقتل تهمت لرې کولو، او پر بل یې ور اړولو، تر دې چې شخړه مو وکړه، او الله تعالی څرګندونکی دی ددغه بې ګناه وژل شوي چې تاسو پټولو

فَقُلْنَا ٱضْرِبُوهُ بِبَعْضِهَا ۚ كَذَٰلِكَ يُحْىِ ٱللَّهُ ٱلْمَوْتَىٰ وَيُرِيكُمْ ءَايَـٰتِهِۦ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿٧٣﴾

پس تاسو ته مو وویل: دهغې غوا چې تاسو ته يې دحلالولو امر شوی ؤد وژل شوي پر بدن دهغې یوه برخه ووهئ؛ پس بېشکه الله تعالی به یې ژوندی کړي چې خپل وژونکی (قاتل) وښایي! پس دوی دا کار وکړ او خپل قاتل یې وښود، او دهمدې مړي دژوندي کېدو په څېر به الله تعالی دقیامت په ورځ مړي هم را ژوندي کوي، او تاسو ته به دخپل قدرت ښکاره دلائل درښایي، ښایي چې تاسي دعقل څخه کار واخلئ او په الله تعالی حقیقي ایمان راوړئ. مخ ۱۱ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

ثُمَّ قَسَتْ قُلُوبُكُم مِّنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ فَهِىَ كَٱلْحِجَارَةِ أَوْ أَشَدُّ قَسْوَةًۭ ۚ وَإِنَّ مِنَ ٱلْحِجَارَةِ لَمَا يَتَفَجَّرُ مِنْهُ ٱلْأَنْهَـٰرُ ۚ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَشَّقَّقُ فَيَخْرُجُ مِنْهُ ٱلْمَآءُ ۚ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَهْبِطُ مِنْ خَشْيَةِ ٱللَّهِ ۗ وَمَا ٱللَّهُ بِغَـٰفِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿٧٤﴾

ه له دې بلیغه پندونو او حېرانونکو معجزو وروسته هم ستاسو زړونه سخت شول، تردې چې دتيږو غوندې شول، بلکې له هغې هم سخت شول؛ ځکه چې دا دخپل حالت څخه بېخي تغییر نه مومي او هر چې تيږې دي نو هغه تغییر مومي او بدلېږي، پس دتېږو څخه ځېنې هغه دې چې ترې ویالې بهېږي، او ځېنې یې چوي او اوبه ترې راوځي، په ځمکه روانې چېنې، چې خلک او څاروي ترې ګټه اخلي، او ځېنې تيږې دالله تعالی له وېرې پورته غرونو څخه راغورځي، او ستاسو زړونه داسې نه دي، او الله تعالی ستاسو دکړنو څخه بې پروا نه دی، بلکې هغه پرې خبر دی، او زر دې چې تاسو ته به یې سزا درکړي

۞ أَفَتَطْمَعُونَ أَن يُؤْمِنُوا۟ لَكُمْ وَقَدْ كَانَ فَرِيقٌۭ مِّنْهُمْ يَسْمَعُونَ كَلَـٰمَ ٱللَّهِ ثُمَّ يُحَرِّفُونَهُۥ مِنۢ بَعْدِ مَا عَقَلُوهُ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿٧٥﴾

يعلمون ای مومنانو! آیا تاسو تمه لرئ چې دوی به ایمان راوړي او ستاسو خبرې به ومني، پس له دې چې تاسو ته دیهودیانو حقیقت څرګند شو، او ددوی سرکشي مو ولېدله؟! او ددوی له علماوو څخه یوه ډله داسې ده چې په تورات کې دالله تعالی نازل شوی کلام اوري او بیا دهغې توري او معناګانې اړوي سره له دې چې دوی پرې ښه پوهېږي او دخپل جرم په لوېي هم پوهېږي

وَإِذَا لَقُوا۟ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا وَإِذَا خَلَا بَعْضُهُمْ إِلَىٰ بَعْضٍۢ قَالُوٓا۟ أَتُحَدِّثُونَهُم بِمَا فَتَحَ ٱللَّهُ عَلَيْكُمْ لِيُحَآجُّوكُم بِهِۦ عِندَ رَبِّكُمْ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿٧٦﴾

دیهودیانو دتناقضاتو او دوکو څخه دا هم دي چې کله ځېنې له دوي څخه له مومنانو سره یو ځای شي نو دمحمد صلی الله علیه وسلم په نبوت باندې اعتراف کوي او دهغه درسالت تصدیق کوي او په دې تورات هم ګواهي ورکوي، لیکن کله چې دوی له خپلو یهودیانو سره یو ځای شي نو ددې اعترافونو په اړه یو بل ملامتوي؛ ځکه مسلمانان دنبوت دتصدیق په اړه ددوی په دې اعترافونو پر دوي حجت قائموي

أَوَلَا يَعْلَمُونَ أَنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ ﴿٧٧﴾

دا یهودیان ډېره بده لا ره نیسي او ګویا که دوی له دې نا خبره دې چې الله تعالی په ټولو پټو او ښکاره ویناوو او کړنو خبر دی او زر دی چې الله تعالی به یې بندګانو ته ښکاره کړي او رسوا به یې کړي

وَمِنْهُمْ أُمِّيُّونَ لَا يَعْلَمُونَ ٱلْكِتَـٰبَ إِلَّآ أَمَانِىَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ ﴿٧٨﴾

او دیهودیانو یوه ډله ده چې په تورات نه پوهېږي، مګر دا چې له مخې یې لولي او په معنا یې نه پوهېږي، او دوی سره له دروغو پرته بل څه نشته چې له خپلو مشرانو یې تر لا سه کړي، دوی ګومان کوي چې دا هغه تورات دی کوم چې الله تعالی نازل کړی دی

فَوَيْلٌۭ لِّلَّذِينَ يَكْتُبُونَ ٱلْكِتَـٰبَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَـٰذَا مِنْ عِندِ ٱللَّهِ لِيَشْتَرُوا۟ بِهِۦ ثَمَنًۭا قَلِيلًۭا ۖ فَوَيْلٌۭ لَّهُم مِّمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌۭ لَّهُم مِّمَّا يَكْسِبُونَ ﴿٧٩﴾

أيديهم وويل لهم مما يكسبون نو ډېر سخت عذاب او هلاکت دهغو کسانو انتظار کوي چې په خپلولا سونو باندې کتاب لیکي او بیا په دروغو سره وایي چې: دا دالله تعالی لخوا دی؛ دې لپاره چې دحق او هدایت په بدله کې ددنیا نا څېزه قیمت واخلي، لکه مال او مشري، نو دوی لپاره هلاکت او سخت عذاب دی له دې امله چې ددوی لا سونو په الله تعالی باندې دروغ لیکل، او دوی لپاره هلاکت او سخت عذاب دی له دې امله چې له دې کار څخه څه ترلاسه کوي، لکه مال او مشري. مخ ۱۲ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَقَالُوا۟ لَن تَمَسَّنَا ٱلنَّارُ إِلَّآ أَيَّامًۭا مَّعْدُودَةًۭ ۚ قُلْ أَتَّخَذْتُمْ عِندَ ٱللَّهِ عَهْدًۭا فَلَن يُخْلِفَ ٱللَّهُ عَهْدَهُۥٓ ۖ أَمْ تَقُولُونَ عَلَى ٱللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ ﴿٨٠﴾

لا تعلمون او په دروغو او غرور سره دوی وویل: هیڅکله به مونږ ته ددوزخ اور ونه رسېږي او نه به دوزخ ته ننوځو مګر لږې ورځې، ته دوی ته ووایه -ای پېغمبره-: آیا تاسو په دې خبره دالله تعالی څخه کلکه ژمنه اخیستې ده؟ نو که چېرې داسې وي بیا خو الله تعالی دخپلې ژمنې مخالفت نه کوي، یا تاسو -په دروغه- په الله تعالی باندې هغه څه تړئ چې تاسو پرې نه پوهېږئ؟

بَلَىٰ مَن كَسَبَ سَيِّئَةًۭ وَأَحَـٰطَتْ بِهِۦ خَطِيٓـَٔتُهُۥ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلنَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَـٰلِدُونَ ﴿٨١﴾

داسې هم نده لکه څنګه چې دوی ګومان کوي؛ پس بېشکه الله تعالی هر هغه چاته سزا ورکوي چې دکفر ګناه یې کړې وي او ګناهونه ترې له هرې خوا را چاپېره شوې وي او دوی ته ددوزخ په داخلېدو سزا ورکوي او هلته به تل پاتې وي

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ أُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلْجَنَّةِ ۖ هُمْ فِيهَا خَـٰلِدُونَ ﴿٨٢﴾

او هغه کسان چې په الله تعالی او دهغه په پېغمبر ایمان لري او نېک اعمال تر سره کوي، ددوی بدله دالله تعالی په نزد په جنت کې داخلېدل دي، چې هلته به تل پاتې وي

وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَـٰقَ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ لَا تَعْبُدُونَ إِلَّا ٱللَّهَ وَبِٱلْوَٰلِدَيْنِ إِحْسَانًۭا وَذِى ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْيَتَـٰمَىٰ وَٱلْمَسَـٰكِينِ وَقُولُوا۟ لِلنَّاسِ حُسْنًۭا وَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ ثُمَّ تَوَلَّيْتُمْ إِلَّا قَلِيلًۭا مِّنكُمْ وَأَنتُم مُّعْرِضُونَ ﴿٨٣﴾

اې بني اسرائيلو هغه ټینګه ژمنه در په ياد کړئ چې له تاسو مو واخېستله، چې الله به يو بولئ او له هغه سره به دهيچا عبادت نه کوئ او دا چې له مور اوپلار، خپلوانو، يتيمانو، اړمنو او بې وزلو سره به ښه کوئ او خلکو ته به پرته له توندۍ او سختۍ دنېکۍ دامر کولو او له ناروا دراګرځولو سره ښې خبرې کوئ او په هغه ډول به لمونځ کوئ چې امر مې درته کړی او دزړه په خوښه به وړخلکو ته زکات ورکوئ، بيا له دغې ژمنې وروسته چې درڅخه اخېستل شوې وه، تاسو پر هغې له درېدلو وګرځېدلاست، مګر هغه څوک چې الله له تاسو څخه ساتلي وو؛ نو هغه دالله په ژمنه او تړون وفا وکړه

وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَـٰقَكُمْ لَا تَسْفِكُونَ دِمَآءَكُمْ وَلَا تُخْرِجُونَ أَنفُسَكُم مِّن دِيَـٰرِكُمْ ثُمَّ أَقْرَرْتُمْ وَأَنتُمْ تَشْهَدُونَ ﴿٨٤﴾

او یاده کړئ هغه کلکه ژمنه چې مونږ له تاسو څخه په تورات کې اخیستې وه چې دیو بل وینې تویولو، او یو بل دخپلو کورونو څخه دویستلو ناروا والي په اړه، بیا تاسو پر هغې ژمنې چې مونږ له تاسو اخیستې وې اعتراف وکړ، او تاسو دهغې په صحت باندې شاهدان وۍ

ثُمَّ أَنتُمْ هَـٰٓؤُلَآءِ تَقْتُلُونَ أَنفُسَكُمْ وَتُخْرِجُونَ فَرِيقًۭا مِّنكُم مِّن دِيَـٰرِهِمْ تَظَـٰهَرُونَ عَلَيْهِم بِٱلْإِثْمِ وَٱلْعُدْوَٰنِ وَإِن يَأْتُوكُمْ أُسَـٰرَىٰ تُفَـٰدُوهُمْ وَهُوَ مُحَرَّمٌ عَلَيْكُمْ إِخْرَاجُهُمْ ۚ أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ ٱلْكِتَـٰبِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍۢ ۚ فَمَا جَزَآءُ مَن يَفْعَلُ ذَٰلِكَ مِنكُمْ إِلَّا خِزْىٌۭ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ۖ وَيَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ يُرَدُّونَ إِلَىٰٓ أَشَدِّ ٱلْعَذَابِ ۗ وَمَا ٱللَّهُ بِغَـٰفِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿٨٥﴾

ى بیا تاسو ددې ژمنې مخالفت وکړ؛ نو یو بل وژنئ او وباسئ تاسو خپله یوه ډله له خپلو کورونو څخه چې په تېري او زیاتي سره ددوي پر ضد ددښمنانو څخه مرسته غواړئ، او کله چې تاسو ته ددښمنانو په لا سونو کې بندیان راشي نو تاسو کوښښ کوئ چې ددوی فدیه ورکړئ او له بند څخه یې خوشې کړئ، سره له دې چې د دوی له کورونو څخه ویستل هم تاسو ته ناروا وو، پس څرنګه تاسو دتورات په ځېنو احکامو باور لرئ چې دفدیې وجوب دی، او ځېنې نور احکام یې نه منئ چې د وینو ساتنه او یو بل له کوره ویستل دي؟! پس دداسې کس لپاره بله سزا نشته پرته له دې چې ددنیا په ژوند کې سپک او ذلیل وي او په آخرت کې به سخت عذاب ته وروګرځي، او الله تعالی دهغه کړنو څخه چې تاسو یې کوئ بې پروا نه دي، بلکې ترې خبر دی، او زر ده چې ددې سزا به درکړي. مخ ۱۳ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ ٱشْتَرَوُا۟ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا بِٱلْـَٔاخِرَةِ ۖ فَلَا يُخَفَّفُ عَنْهُمُ ٱلْعَذَابُ وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ ﴿٨٦﴾

دا هغه خلک دي چې ددنیا ژوند یې له آخرت سره بدل کړی، او فاني (ختمېدونکې) ته يې پر باقي (پاتې کېدونکې) غوره والی ورکړی، پس له دوی څخه به په آخرت کې هېڅ عذاب سپک (کم) نه شي، او نه به دوی سره په دغه ورځ کوم مرستندوی وي

وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَـٰبَ وَقَفَّيْنَا مِنۢ بَعْدِهِۦ بِٱلرُّسُلِ ۖ وَءَاتَيْنَا عِيسَى ٱبْنَ مَرْيَمَ ٱلْبَيِّنَـٰتِ وَأَيَّدْنَـٰهُ بِرُوحِ ٱلْقُدُسِ ۗ أَفَكُلَّمَا جَآءَكُمْ رَسُولٌۢ بِمَا لَا تَهْوَىٰٓ أَنفُسُكُمُ ٱسْتَكْبَرْتُمْ فَفَرِيقًۭا كَذَّبْتُمْ وَفَرِيقًۭا تَقْتُلُونَ ﴿٨٧﴾

او موسی ته مو تورات ورکړ او دهغه په پل مو ډېر رسولان ورپسې کړل او عیسی دمريم زوی ته مو څرګندې دهغه درېښتينولۍ بيانوونکې نښانې ورکړې، لکه دمړو ژوندي کول، له موره پيداشوي ړانده جوړول او دپیس جوړول او هغه مو په جبرئيل - عليه السلام - پرېښتې سره پياوړی کړ، آيا ای بني اسرائيلو چې کله هم تاسو ته د الله له لوري کوم رسول راځي چې ستاسې دنفسي غوښتنو سره سم نه وي، دحق پر وړاندې لويي کوئ او دالله درسولانو پر وړاندې لوړوالی ښايئ؛ نو له هغوی يوه ډله درواغجن بولئ او بله ډله وژنئ

وَقَالُوا۟ قُلُوبُنَا غُلْفٌۢ ۚ بَل لَّعَنَهُمُ ٱللَّهُ بِكُفْرِهِمْ فَقَلِيلًۭا مَّا يُؤْمِنُونَ ﴿٨٨﴾

دمحمد په نه پيروۍ کې ديهودو دليل دا وچې زموږ زړونه بند دي ته چې څه وايې هغه بيخي نه ورسيږي او نه پرې پوهيږي، خو حال داسې نه ولکه هغوی چې ګومان کوي، بلکې الله دهغوی دکفر له امله له خپلې لورېينې لېرې کړي و؛ نو دوی ایمان نه راوړي مګر په ډېر لږ له هغه څه چې الله نازل کړي دي

وَلَمَّا جَآءَهُمْ كِتَـٰبٌۭ مِّنْ عِندِ ٱللَّهِ مُصَدِّقٌۭ لِّمَا مَعَهُمْ وَكَانُوا۟ مِن قَبْلُ يَسْتَفْتِحُونَ عَلَى ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فَلَمَّا جَآءَهُم مَّا عَرَفُوا۟ كَفَرُوا۟ بِهِۦ ۚ فَلَعْنَةُ ٱللَّهِ عَلَى ٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿٨٩﴾

او کله چې دوی ته دالله تعالی له لوري قرآن کریم راغی چې دتورات او انجیل عامو او صحیح اصولو سره موافق ؤ، او دوی به دقرآن دنازلېدو څخه مخکې ویل: ژرده چې مونږ به په مشرکانو برلاسي شو او بری به ومومو کله چې پېغمبر راولېږلی شي، نو مونږ به پرې ایمان راوړو او پېروي به یې وکړو، نو کله چې دوی ته قرآن او محمد صلی الله علیه وسلم په هغه صفتونو سره راغلل چې دوی پېژندل او هغه حق یې ور وښود چې دوی پرې پوهېدل؛ نو دوی پرې کافر شول، پس پر کافرانو دالله تعالی لعنت دی

بِئْسَمَا ٱشْتَرَوْا۟ بِهِۦٓ أَنفُسَهُمْ أَن يَكْفُرُوا۟ بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ بَغْيًا أَن يُنَزِّلَ ٱللَّهُ مِن فَضْلِهِۦ عَلَىٰ مَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦ ۖ فَبَآءُو بِغَضَبٍ عَلَىٰ غَضَبٍۢ ۚ وَلِلْكَـٰفِرِينَ عَذَابٌۭ مُّهِينٌۭ ﴿٩٠﴾

ى ډېر بد دي هغه څه چې دوی پرې دخپلو ځانونو برخې چې په الله او دهغه په پېغمبر ایمان لرل دي، خرڅ کړل، نو په هغه څه کافر شول چې الله تعالی نازل کړي دي او دهغه پر پېغمبرانو یې دروغ وتړل، دتېري او کېنې له امله چې نبوت او قرآن ولې پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شول، نو دوی دڅو چنده غوسې وړ وګرځېدل له دې امله چې پر محمد صلی الله علیه وسلم یې کفر وکړ، او تورات يې لا دمخې اړولی وو، او دمحمد صلی الله علیه وسلم په نبوت باندې کافرانو لپاره دقیامت په ورځ رسوا کوونکی عذاب دی

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ ءَامِنُوا۟ بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ قَالُوا۟ نُؤْمِنُ بِمَآ أُنزِلَ عَلَيْنَا وَيَكْفُرُونَ بِمَا وَرَآءَهُۥ وَهُوَ ٱلْحَقُّ مُصَدِّقًۭا لِّمَا مَعَهُمْ ۗ قُلْ فَلِمَ تَقْتُلُونَ أَنۢبِيَآءَ ٱللَّهِ مِن قَبْلُ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿٩١﴾

او کله چې دوی یهودیانو ته وویل شي: تاسو په هغه حق او هدایت ایمان راوړئ چې الله په خپل پېغمبر نازل کړی دی، نو دوی وایي: مونږ په هغه څه ایمان لرو چې زمونږ په پیغمبرانو نازل شوي او دوی کفر کوي په هغه څه چې له دې پرته په محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوي دي، حال دا چې دا قرآن حق دی او دهغه څه سره سم دی کوم چې دوی سره دالله تعالی لخوا دی، خو که چېرې دوی په رښتیا هم په هغه څه ایمان لرلئ چې دوی ته نازل شوي نو په قرآن کریم به یې ایمان راوړی وی. دوی ته په ځواب کې ووایه-ای نبي-: که رښتیا هم په هغه څه مومنان یاست چې دوی تاسو ته کوم حق راوړی وو نو له دې مخکې مو ولې دالله استازي وژل؟ مخ ۱۴ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

۞ وَلَقَدْ جَآءَكُم مُّوسَىٰ بِٱلْبَيِّنَـٰتِ ثُمَّ ٱتَّخَذْتُمُ ٱلْعِجْلَ مِنۢ بَعْدِهِۦ وَأَنتُمْ ظَـٰلِمُونَ ﴿٩٢﴾

او په رښتیا تاسو ته ستاسو پېغمبر موسی علیه السلام په داسې واضحو معجزاتو او دلائلو راغی، چې دهغه په رښتنولی یې دلالت کولو، بیا مو له هغه وروسته کله چې موسی علیه السلام درب ټاکلې نېټې ته ولاړ نو تاسو خوسی خپل معبود ونیوه چې عبادت مو ورته کولو او تاسو تېري کوونکي وئ له الله تعالی سره په شرک کولو او یوازې هماغه دعبادت وړ دی بل څوک نه دی

وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَـٰقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ ٱلطُّورَ خُذُوا۟ مَآ ءَاتَيْنَـٰكُم بِقُوَّةٍۢ وَٱسْمَعُوا۟ ۖ قَالُوا۟ سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَأُشْرِبُوا۟ فِى قُلُوبِهِمُ ٱلْعِجْلَ بِكُفْرِهِمْ ۚ قُلْ بِئْسَمَا يَأْمُرُكُم بِهِۦٓ إِيمَـٰنُكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿٩٣﴾

او یاد کړئ هغه وخت چې له تاسو څخه مو دموسی علیه السلام په پیروۍ او دهغه څه په منلو چې ده دالله تعالی له لوري راوړي وو، کلکه ژمنه واخیسته او مونږ ستاسو دوېرولو لپاره غر پر تاسو پورته کړ او تاسو ته مو وویل: کوم تورات چې مو تاسو ته درکړی هغه کلک ونیسئ، او دمنلو او غاړه ایښودلو په موخه يې واورئ، او که نه نو غر به پر تاسو راوغورځوو، نو تاسو وویل: مونږ په غوږونو واورېدل، او په کړونو کې مو ونه منل، او ددوی دکفر له امله دخوسي عبادت ددوی په زړونو کې ځای ونیولو، ته ورته ووایه -ای پېغمبره-: ډېر بد دی هغه ایمان چې تاسو ته پر الله تعالی دکفر کولو امر کوي که چېرې تاسو ایمان لرونکي یاست؛ ځکه رښتوني ایمان سره کفر نه یو ځای کېږي

قُلْ إِن كَانَتْ لَكُمُ ٱلدَّارُ ٱلْـَٔاخِرَةُ عِندَ ٱللَّهِ خَالِصَةًۭ مِّن دُونِ ٱلنَّاسِ فَتَمَنَّوُا۟ ٱلْمَوْتَ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ ﴿٩٤﴾

ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: که چېرې جنت په آخرت کې یوازې ستاسو لپاره وي او بل څوک له تاسو پرته نه شي ورتللای؛ نو بیا خو تاسو دمرګ غوښتنه وکړئ؛ چې دا ستره درجه په بېړه ترلاسه کړئ او ددنیا له ستړیاوو او غمونو آرام شئ، که چېرې تاسو په خپلو دې دعوه کې رښتوني یاست

وَلَن يَتَمَنَّوْهُ أَبَدًۢا بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌۢ بِٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٩٥﴾

او کله به هم دوی دمرګ هیله ونه کړي؛ له دې کبله چې دوی په ژوند کې پر الله تعالی کفر کړی دی، دهغه پیغمبران يې درواغجن ګڼلي، کتابونه یې تحریف کړي دي او الله تعالی پر دوی او نورو ظالمانو ښه پوه دی، او زر دی چې هر چا ته دهغې دکړنې بدله ورکړي

وَلَتَجِدَنَّهُمْ أَحْرَصَ ٱلنَّاسِ عَلَىٰ حَيَوٰةٍۢ وَمِنَ ٱلَّذِينَ أَشْرَكُوا۟ ۚ يَوَدُّ أَحَدُهُمْ لَوْ يُعَمَّرُ أَلْفَ سَنَةٍۢ وَمَا هُوَ بِمُزَحْزِحِهِۦ مِنَ ٱلْعَذَابِ أَن يُعَمَّرَ ۗ وَٱللَّهُ بَصِيرٌۢ بِمَا يَعْمَلُونَ ﴿٩٦﴾

اې پیغمبره! ته به هرومرو یهودیان په ژوند باندې تر نورو خلکو زیات حریصان بیامومې که هر څومره یې سپک ژوند هم وي، بلکې دهغو مشرکانو څخه هم دوی پر ژوند ډېر حریصان دي چې په قیامت او حساب باور نه لري، او حال دا چې دوی په قیامت او حساب باور هم لري؛ خو دوی هر یو خوښوي چې زرو کالو ته یې عمر ورسي او دا اوږد عمر دوی دالله تعالی له عذاب څخه لرې کولای نه شي که هر څومره وي او الله تعالی ددوی دکړنو څارونکی او لیدونکی دی، هیڅ هم ترې پټ نه دي او دټولو سزا به ورکړي. و

قُلْ مَن كَانَ عَدُوًّۭا لِّجِبْرِيلَ فَإِنَّهُۥ نَزَّلَهُۥ عَلَىٰ قَلْبِكَ بِإِذْنِ ٱللَّهِ مُصَدِّقًۭا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَهُدًۭى وَبُشْرَىٰ لِلْمُؤْمِنِينَ ﴿٩٧﴾

ته -ای پېغمبره- هغو یهودانو ته ووایه چې وایي: (د ملائکو له ډلې څخه جبریل زمونږ دښمن دی): څوک چې دجبریل سره دښمني کوي نو همدا جبریل دی چې قرآن یې دالله تعالی په حکم سره ستا زړه ته راوړی دی، چې تصدیقونکی دی دهغه اسماني کتابونو چې مخکې تېر شوي دي؛ لکه تورات انجیل، او دخېر لا رښوونکی دی، او مومنانو ته زېرې ورکونکی دی چې الله تعالی دوی ته کوم نعمتونه چمتو کړي دي، نو څوک چې په دې صفتونو کس سره دښمني لري هماغه ګمراه دی. مخ ۱۵ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر و و

مَن كَانَ عَدُوًّۭا لِّلَّهِ وَمَلَـٰٓئِكَتِهِۦ وَرُسُلِهِۦ وَجِبْرِيلَ وَمِيكَىٰلَ فَإِنَّ ٱللَّهَ عَدُوٌّۭ لِّلْكَـٰفِرِينَ ﴿٩٨﴾

څوک چې دالله او دهغه دپرښتو دښمن وي، او دهغو دوه نږدو پرښتو چې جبریل او میکائیل دي دښمن وي؛ نو بېشکه الله تعالی ستاسو او نورو کافرانو دښمن دی، او الله تعالی چې دچا دښمن شو نو هغه په ښکاره تاوان کې دی

وَلَقَدْ أَنزَلْنَآ إِلَيْكَ ءَايَـٰتٍۭ بَيِّنَـٰتٍۢ ۖ وَمَا يَكْفُرُ بِهَآ إِلَّا ٱلْفَـٰسِقُونَ ﴿٩٩﴾

ای پیغمبره! مونږ تا ته ښکاره نښې در لیږلي دي چې ستا دنبوت او تا ته دراغلې وحې په رښتېنولی دلالت کوي او په دې ښکاره او واضحو دلائلو نه کافر کېږي مګر هغه خلک چې دالله تعالی له دین څخه وتلي وي

أَوَكُلَّمَا عَـٰهَدُوا۟ عَهْدًۭا نَّبَذَهُۥ فَرِيقٌۭ مِّنْهُم ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿١٠٠﴾

او دیهودیانو له بدو حالاتو څخه دا دی چې کله هم دوی دمحمد صلی الله علیه وسلم په نبوت دایمان لرلو ژمنه وکړي -چې تورات هم په دې دلالت کوي- نو یوه ډله له دوی څخه ژمنه ماتوي، بلکې زیات یهودیان دالله تعالی لخوا پر رالېږل شوي کتاب رښتونی باور نه لري؛ ځکه چې ایمان په ژمنه وفا کولو ته سړی هڅوي

وَلَمَّا جَآءَهُمْ رَسُولٌۭ مِّنْ عِندِ ٱللَّهِ مُصَدِّقٌۭ لِّمَا مَعَهُمْ نَبَذَ فَرِيقٌۭ مِّنَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَـٰبَ كِتَـٰبَ ٱللَّهِ وَرَآءَ ظُهُورِهِمْ كَأَنَّهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿١٠١﴾

ظهورهم كأن هم لا يعلمون او کله چې دوی ته محمد صلی الله علیه وسلم دالله له لوري دپیغمبر په توګه راغی او له تورات سره سم یې دپېغمبر صفات وړاندې کړل، نو یوې ډلې ترې مخ واړولو او بې پرواهۍ سره یې شاګانو ته وغورځولو، دهغه جاهل دحالت په څېر چې دحق او هدایت څخه ګټه نه پورته کوي او نه پرې پروا لري

وَٱتَّبَعُوا۟ مَا تَتْلُوا۟ ٱلشَّيَـٰطِينُ عَلَىٰ مُلْكِ سُلَيْمَـٰنَ ۖ وَمَا كَفَرَ سُلَيْمَـٰنُ وَلَـٰكِنَّ ٱلشَّيَـٰطِينَ كَفَرُوا۟ يُعَلِّمُونَ ٱلنَّاسَ ٱلسِّحْرَ وَمَآ أُنزِلَ عَلَى ٱلْمَلَكَيْنِ بِبَابِلَ هَـٰرُوتَ وَمَـٰرُوتَ ۚ وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّىٰ يَقُولَآ إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌۭ فَلَا تَكْفُرْ ۖ فَيَتَعَلَّمُونَ مِنْهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِۦ بَيْنَ ٱلْمَرْءِ وَزَوْجِهِۦ ۚ وَمَا هُم بِضَآرِّينَ بِهِۦ مِنْ أَحَدٍ إِلَّا بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۚ وَيَتَعَلَّمُونَ مَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنفَعُهُمْ ۚ وَلَقَدْ عَلِمُوا۟ لَمَنِ ٱشْتَرَىٰهُ مَا لَهُۥ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ مِنْ خَلَـٰقٍۢ ۚ وَلَبِئْسَ مَا شَرَوْا۟ بِهِۦٓ أَنفُسَهُمْ ۚ لَوْ كَانُوا۟ يَعْلَمُونَ ﴿١٠٢﴾

ى او کله چې دوی دالله تعالی دین پرېښود نو دهغې پر ځای يې دشیطانانو دځانه جوړو شوو خبرو چې دسلیمان علیه السلام پاچاهۍ پسې یې جوړې کړې وې پیروي وکړه، چې دعوه یې کوله چې دده پاچاهي په جادو ولاړه ده، لیکن سلیمان علیه السلام جادو او کفر نه دی کړی -لکه څرنګه چې یهودیانو دعوه کوله- لیکن شیطانان کافران شوي وو چې خلکو ته به یې دجادو ښوونه کوله، او خلکو ته به یې هغه جادو ښووله کومه چې بابل ښار عراق کې دخلکو دازمیښت لپاره په دوو ملائکو هاروت او ماروت نازل شوې وه، او دې دواړو ملائکو به تر هغه پورې هیچا ته جادو نه ښووله څو به یې چې ور څخه خلک ونه ویرول او داسې به یې ورته ویل: بیشکه مونږ دخلکو لپاره ازمیښت او فتنه یو، نو ته دجادو دزده کړې له امله مه کافر کېږه، نو چا به چې دهغوی سپارښتنه ونه منله نو جادو به یې ترې زده کړه، چې له دې جادو څخه یو ډول دښځې او خاوند تر منځ دکینې او بغض پر مټ جلاتوب راوستل وو، او دا جادوګران هیچاته هم دالله تعالی له اجازې پرته زیان نشي رسولی، او دوی به هغه څه زده کول چې ورته یې زیان رسولو او هیڅ ګټه یې ورته نه رسوله، او دا یهودیان هرومرو په دې پوهېدل چې څوک جادو کول دالله تعالی په کتاب سره بدل کړي داسې خلک دآخرت دهر ډول نعمتونو څخه بې برخې کېږي، نو ډېر بد دي هغه څه چې دوی یې په بدل کې خپل ځانونه خرڅ کړل او جادو یې دالله تعالی دوحي او شریعت په بدل کې واخیسته، که چېرې دوی په خپله ګټه پوهېدلی نو داسې بد کار او ښکاره ګمراهۍ ته به نه ور وړاندې کېدل

وَلَوْ أَنَّهُمْ ءَامَنُوا۟ وَٱتَّقَوْا۟ لَمَثُوبَةٌۭ مِّنْ عِندِ ٱللَّهِ خَيْرٌۭ ۖ لَّوْ كَانُوا۟ يَعْلَمُونَ ﴿١٠٣﴾

که چېرې یهودیان پر الله تعالی په حقه ایمان راوړي او په نیکي کولو او ګناهونو پرېښودلو سره له هغه وورېږي؛ نو دالله تعالی ثواب (بدله) به دوی لپاره دهغه څه څخه ښه وي په کوم حالت کې چې دوی اوس دي، که چېرته دوی په خپله ګټه پوهېدلای. مخ ۱۶ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَقُولُوا۟ رَٰعِنَا وَقُولُوا۟ ٱنظُرْنَا وَٱسْمَعُوا۟ ۗ وَلِلْكَـٰفِرِينَ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ ﴿١٠٤﴾

الله تعالی مومنانو ته دښایسته تورو (ښو خبرو) دغوره کولو سپارښتنه کوي او وایي: ای مومنانو! تاسو د(راعنا) کلمه چې (زمونږ خیال وساته) مه وایئ؛ ځکه یهودیان دا کلمه بدلوي او نبي علیه السلام پرې مخاطب کوي او دفاسدې او بدې معنا موخه لري چې رعونت (کم عقلي) دی، نو الله تعالی ددې کلیمي داستعمالولو څخه مسلمانان منع کړل، څو ددوی دفساد دروازه بنده کړي، او خپلو بندګانو ته یې امر وکړ چې دهغې پر ځای ووایي: (انظرنا) چې مونږ ته صبر وکړه چې ستا په خبره پوره ځان پوهه کړو، او دا کلمه دبدې معنا له ډار څخه پرته هماغه معنا ورکوي او دکافرانو لپاره دردونکی عذاب دی

مَّا يَوَدُّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِنْ أَهْلِ ٱلْكِتَـٰبِ وَلَا ٱلْمُشْرِكِينَ أَن يُنَزَّلَ عَلَيْكُم مِّنْ خَيْرٍۢ مِّن رَّبِّكُمْ ۗ وَٱللَّهُ يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِۦ مَن يَشَآءُ ۚ وَٱللَّهُ ذُو ٱلْفَضْلِ ٱلْعَظِيمِ ﴿١٠٥﴾

نه خوښوي کافران - هره ډله چې وي: کتابیان وي او که مشرکان- دا چې تاسو ته دې دخپل رب له خوا ښېګڼه راواستول شي، که هغه لږه وي او که ډېره او الله تعالی ځانګړی کوي له خپلو بندګانو څخه دنبوت، وحی او ایمان په لورینې سره چا ته یې چې خوښه شي، او الله تعالی دلوی فضل څښتن دی، پس هېڅ یو مخلوق ته ښېګڼه نه رسي مګر دالله تعالی لخوا وي، او دهغه دفضل څخه دادی چې پیغمبران یې رالېږلي او کتابونه یې نازل کړي دي

۞ مَا نَنسَخْ مِنْ ءَايَةٍ أَوْ نُنسِهَا نَأْتِ بِخَيْرٍۢ مِّنْهَآ أَوْ مِثْلِهَآ ۗ أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌ ﴿١٠٦﴾

الله تعالی بیانوي چې کله دیو آیت حکم پورته کړي او یا یې توري پورته کړي او خلک یې هېر کړي، نو الله تعالی په نږدې یا لرې کې له هغې ډېر ګټور حکم رالېږي او یا له هغه سره سم حکم رالېږي او دا هر څه دالله تعالی په علم او حکمت سره کېږي او ته ښه پوهېږي -ای پېغمبره- چې بېشکه الله تعالی په هر څه برلاسه دی، نو څه چې وغواړي هغه کوي او چې څه وغواړي دهغې پرېکړه کوي

أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ ٱللَّهَ لَهُۥ مُلْكُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۗ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ مِن وَلِىٍّۢ وَلَا نَصِيرٍ ﴿١٠٧﴾

ته پوهېږې -ای پیغمبره- چې الله تعالی داسمانونو او زمکې مالک دی، پرېکړه کوي دهغه څه چې وغواړي، او خپلو بندګانو ته دهغه څه امر کوي چې خوښه یې شي او له هغه څه یې منع کوي چې خوښه یې شي، او هغه شریعت ورته پرېږدي چې خوښه یې شي او هغه څه منسوخوي چې خوښه یې شي، نو له الله تعالی پرته ستاسو بل دوست نشته چې ستاسي کارونه وکړي، او نه مو مرستندوی شته چې ضرر درنه لرې کړي، بلکې یوازې الله تعالی مرستندوی دی په دې کارونو کې او هماغه په دې کارونو برلاسی دی

أَمْ تُرِيدُونَ أَن تَسْـَٔلُوا۟ رَسُولَكُمْ كَمَا سُئِلَ مُوسَىٰ مِن قَبْلُ ۗ وَمَن يَتَبَدَّلِ ٱلْكُفْرَ بِٱلْإِيمَـٰنِ فَقَدْ ضَلَّ سَوَآءَ ٱلسَّبِيلِ ﴿١٠٨﴾

ای مومنانو! ستاسو له شان سره مناسب نه ده چې تاسو له خپل پیغمبر څخه دنیوکې او اعتراض په ډول پوښتنه وکړئ لکه څرنګه چې دموسی علیه السلام قوم دخپل پېغمبر څخه مخکې داسې پوښتنې کولې؛ لکه چې دوی به ویل: (مونږ ته الله تعالی ښکاره وښایاست) (النساء: ۱۵۳)، او چا چې کفر دایمان پر ځای واخیست نو دې له نېغې او منځنۍ لا رې څخه ګمراه شو

وَدَّ كَثِيرٌۭ مِّنْ أَهْلِ ٱلْكِتَـٰبِ لَوْ يَرُدُّونَكُم مِّنۢ بَعْدِ إِيمَـٰنِكُمْ كُفَّارًا حَسَدًۭا مِّنْ عِندِ أَنفُسِهِم مِّنۢ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ ٱلْحَقُّ ۖ فَٱعْفُوا۟ وَٱصْفَحُوا۟ حَتَّىٰ يَأْتِىَ ٱللَّهُ بِأَمْرِهِۦٓ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۭ ﴿١٠٩﴾

ى ى ډېری دیهودیانو او نصراوو (عیسویانو) دا هیله لري چې تاسو له ایمان راوړلو وروسته هغه کفر ته وګرځوي چې تاسو به دبتانو عبادت کولو، له امله دکینې چې ددوی په زړونو کې ده، دوی دا هیله پس له هغه وخته وکړه چې دوی ته څرګنده شوه چې کوم څه چې دې پیغمبر راوړي دي دالله تعالی لخوا حق دي، نو -ای مومنانو- دوی ته ددوی دکارونو بخښنه وکړئ او ددوی له ناپوهۍ او بدو نیتونو څخه ورتېر شئ، تر دې چې ددوی په اړه دالله تعالی پرېکړه راشي، او دالله تعالی دا پرېکړه او امر راغلی دی، نو کافر ته به داسلام او باج ورکولو او یا وژلو تر منځ اختیار ورکول کېده، بېشکه الله تعالی په هر څه برلاسی دی، هېڅ یې نشي بې وسه کولای. مخ ۱۷ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ ۚ وَمَا تُقَدِّمُوا۟ لِأَنفُسِكُم مِّنْ خَيْرٍۢ تَجِدُوهُ عِندَ ٱللَّهِ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌۭ ﴿١١٠﴾

لمونځ له ارکانو، واجباتو او سنتو سره پوره ادا کړئ او دخپلو مالونو زکات مستحقو خلکو ته ورکړئ او هره نېکه کړنه چې خپل ژوند کې کوئ او له مرګ څخه مخکې یې په آخرت کې له ځان لپاره توښه وړاندې کوئ؛ نو تاسو به یې دقیامت په ورځ دالله تعالی په نزد ثواب ووینئ، او هغه به پوره بدله درکړي، بېشکه الله تعالی دهرې کړنې چې تاسو یې کوئ لیدونکی دی، نو هر چا ته دخپلې کړنې بدله ورکوي

وَقَالُوا۟ لَن يَدْخُلَ ٱلْجَنَّةَ إِلَّا مَن كَانَ هُودًا أَوْ نَصَـٰرَىٰ ۗ تِلْكَ أَمَانِيُّهُمْ ۗ قُلْ هَاتُوا۟ بُرْهَـٰنَكُمْ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ ﴿١١١﴾

او دیهودیانو او عیسویانو هرې ډلې به ویل: بېشکه جنت ددوی لپاره ځانګړی شوی دی، پس یهودیانو ویل: هېڅکله به نه ننوځي جنت ته مګر یهودي او عیسویانو به ویل: هیڅکله به نه ننوځي جنت ته مګر عیسوي، دا ددوی فاسدې هیلې او فاسد وهمونه دي، ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره-: راوړئ دهغه څه دلیلونه چې تاسو یې دعوه لرئ که چېرې تاسې په خپله دعوه کې رښتیني یاست. بل من أسلم وجهه لله وهومحسن فله أجره عند ربه ولا خوف عليهم ولا هم يحزنون

بَلَىٰ مَنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُۥ لِلَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌۭ فَلَهُۥٓ أَجْرُهُۥ عِندَ رَبِّهِۦ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿١١٢﴾

بېشکه جنت ته یوازې هغه کسان ننوځي چې الله تعالی ته یې په اخلاص سره مخه کړې وي او پر اخلاص سربېره په بندګۍ کې درسول علیه السلام په هغه څه کې پېروي وکړي چې ده راوړي دي، پس همدا کس به جنت ته ننوځي، له هرې ډلې چې وي او ده لره دپرودګار په نزد ثواب دی او په راتلونکي آخرت کې به پر دوی هېڅ ډول وېره او ډار نه وي او نه به هغه څه پسې غمکین وي چې دنیا کې ترې پاتې شوي وي او دمحمد صلی الله علیه وسلم له راتللو وروسته دا صفات نه موندل کېږي مګر په مسلمانانو کې

وَقَالَتِ ٱلْيَهُودُ لَيْسَتِ ٱلنَّصَـٰرَىٰ عَلَىٰ شَىْءٍۢ وَقَالَتِ ٱلنَّصَـٰرَىٰ لَيْسَتِ ٱلْيَهُودُ عَلَىٰ شَىْءٍۢ وَهُمْ يَتْلُونَ ٱلْكِتَـٰبَ ۗ كَذَٰلِكَ قَالَ ٱلَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ مِثْلَ قَوْلِهِمْ ۚ فَٱللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ فِيمَا كَانُوا۟ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿١١٣﴾

يهودو ويل: نصارا په سم دين نه دي او نصاراوو ويل: يهود پر سم دين نه دي او هر يو په خپل کتاب کې دکړي کفر تصديق او پرته له توپير کولو پر ټولو نبيانو دايمان راوړلو امر لولي، هغوی په دغه وينا کې له هغو مشرکانو سره ورته دي چې نه پوهيږي، کله يې چې ټول رسولان او هغه کتابونه چې پرې نازل شوي وو درواغ وګڼل؛ نو الله به دټولو اختلاف کوونکو تر منځ په هغه عدالت سره پرېکړه کوي چې خپل بندګان يې پرې خبر کړي دي، هغه دا چې دالله تعالی پر ټولو نازل شوو شيانو له ايمان پرته بريا نشته

وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن مَّنَعَ مَسَـٰجِدَ ٱللَّهِ أَن يُذْكَرَ فِيهَا ٱسْمُهُۥ وَسَعَىٰ فِى خَرَابِهَآ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَن يَدْخُلُوهَآ إِلَّا خَآئِفِينَ ۚ لَهُمْ فِى ٱلدُّنْيَا خِزْىٌۭ وَلَهُمْ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌۭ ﴿١١٤﴾

هیڅوک دهغه کس څخه غټ ظالم نه دی چې خلک په جوماتونو کې دالله تعالی دنوم له یادولو څخه بندوي، او دلمانځه، ذکر او تلاوت څخه خلک منعه کوي او تل یې دورانولو او فساد خپرولو هڅه وکړي، چې ویې نړوي او خلک پکې دبندګي کولو څخه بند کړي، همدا دورانولو هڅه کوونکو ته نه ښایي چې دالله تعالی جوماتونو ته ورننوځي مګر په داسې حال کې چې ویرېږي او زړونه یې رپېږي؛ ددوی دکفر کولو او دجوماتونو څخه دخلکو دبندولو له امله، دوی لره ددنیا په ژوند کې دمومنانو په لا س ذلت او سپکاوی دی، او په آخرت کې لوی عذاب دی ځکه چې خلک به یې دجوماتونو څخه بندول

وَلِلَّهِ ٱلْمَشْرِقُ وَٱلْمَغْرِبُ ۚ فَأَيْنَمَا تُوَلُّوا۟ فَثَمَّ وَجْهُ ٱللَّهِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ وَٰسِعٌ عَلِيمٌۭ ﴿١١٥﴾

دختیځ او لوېدیځ او ددې دواړو تر منځ پاچاهي یوازې الله لره ده، خپلو بندګانو ته چې څرنګه وغواړي امر کوي، پس هر خوا ته چې مخ کوئ نو دالله تعالی سره مخامخ کېږئ، نو که چېرې تاسو ته بیت المقدس یا کعبې ته په مخ کولو امر وکړي، او یا په قبله پېژندلو کې تېروتۍ، او یا قبلې ته مخ کول درته ستونزمن وو، نو هېڅ باک نشته پر تاسو؛ ځکه ټولې خواوې الله لره دي، بېشکه الله تعالی دپراخۍ څښتن دی او لورینه یې ټول مخلوق ته په اسانتیا سره رسېږي، دبندګانو په نیتونو او کړنو پوه دی. مخ ۱۸ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ل

وَقَالُوا۟ ٱتَّخَذَ ٱللَّهُ وَلَدًۭا ۗ سُبْحَـٰنَهُۥ ۖ بَل لَّهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۖ كُلٌّۭ لَّهُۥ قَـٰنِتُونَ ﴿١١٦﴾

یهودیانو او عیسویانو او مشرکانو وویل: الله تعالی خپل ځان ته زوی نیولی دی! الله له دې څخه سپېڅلی او پاک دی، ځکه هغه دمخلوق څخه بې پروا دی، او زوی خو هغه څوک نیسي چې ورته اړتیا لري، او الله تعالی لره خو داسمانونو او زمکې پاچاهي ده، او ټول مخلوقات دالله بندګان دي، دده امر منونکي دي، څرنګه چې وغواړي تصرف پکې کولای شي

بَدِيعُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۖ وَإِذَا قَضَىٰٓ أَمْرًۭا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُۥ كُن فَيَكُونُ ﴿١١٧﴾

او الله تعالی داسمانونو، زمکې او دهغه څه چې په دې دواړو کې دي له کومې مخکینۍ بېلګې پرته پېدا کوونکی دی او کله چې دکوم کار پرېکړه او اراده وکړي نو ورته ووایي: (شه) نو هماغسي وشي څرنګه چې الله تعالی ورته اراده درلوده، دهغه دامر او پرېکړې څوک ګرځوونکی نشته

وَقَالَ ٱلَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ لَوْلَا يُكَلِّمُنَا ٱللَّهُ أَوْ تَأْتِينَآ ءَايَةٌۭ ۗ كَذَٰلِكَ قَالَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِم مِّثْلَ قَوْلِهِمْ ۘ تَشَـٰبَهَتْ قُلُوبُهُمْ ۗ قَدْ بَيَّنَّا ٱلْـَٔايَـٰتِ لِقَوْمٍۢ يُوقِنُونَ ﴿١١٨﴾

او هغو اهل کتابو چې نه پوهېدل او مشرکانو له حق سره دضد له مخې وويل: ولې الله زموږ سره پرته له واسطې خبرې نه کوي او يا ولې موږ ته په ځانګړې حسي بڼه نه راځي؟ او ددوی ددغې وينا غوندې مخکېنيو درواغ ګڼونکو امتونو هم خپلو رسولانو ته همداسې ويلي وو که څه هم زمانې او ځايونه بېل بېل دي خو ددوی زړونه هغو خلکو ته په کفر، ضد او ناپوهۍ کې ورته دي چې له هغوی مخکې تېر شوي دي او موږ نښانې څرګندې کړې دهغو خلکو لپاره چې پر حق باور لري، کله چې هغوی ته ښکاره شي، نه شک ورته پېښېدی شي او نه يې ضد را ګرځوي

إِنَّآ أَرْسَلْنَـٰكَ بِٱلْحَقِّ بَشِيرًۭا وَنَذِيرًۭا ۖ وَلَا تُسْـَٔلُ عَنْ أَصْحَـٰبِ ٱلْجَحِيمِ ﴿١١٩﴾

ای پېغمبره! بېشکه مونږ ته په حق دین سره لېږلی یې، چې هېڅ شک په کې نشته، ددې لپاره چې ته مؤمنانو ته دجنت زېری ورکړې او کافران له اور (دوزخ) څخه ووېروې او په تا یوازې ښکاره رسونه ده او الله تعالی به هېڅکله هم له تا څخه ددوزخ دهغو څښتنانو په اړه پوښتنه ونه کړي چې پر تا یې ایمان نه دې راوړی

وَلَن تَرْضَىٰ عَنكَ ٱلْيَهُودُ وَلَا ٱلنَّصَـٰرَىٰ حَتَّىٰ تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ ۗ قُلْ إِنَّ هُدَى ٱللَّهِ هُوَ ٱلْهُدَىٰ ۗ وَلَئِنِ ٱتَّبَعْتَ أَهْوَآءَهُم بَعْدَ ٱلَّذِى جَآءَكَ مِنَ ٱلْعِلْمِ ۙ مَا لَكَ مِنَ ٱللَّهِ مِن وَلِىٍّۢ وَلَا نَصِيرٍ ﴿١٢٠﴾

الله خپل نبي په متوجه کولو او وېرولو سره مخاطب ګرځوي ورته وايي: هيڅکله به له تا څخه يهود او نصارا خوښ نشي، ترڅو اسلام پرې نږدې، او دهغه څه پيروي ونه کړې چې هغوی پرې دي، ووايه پرته له شکه دالله کتاب او دهغه بيان په حقه لا رښوونه ده، نه هغه باطل چې هغوی پرې دي، که چېرې ستا يا ستا له پيروانو څخه ديو تن له لوري دهغوی پيروي وشي وروسته تردې چې څرګند حق درته راغلی؛ نو هيڅلکه به دالله لخوا مرسته او همکاري ونه مومې، او دغه دحق پرېښولو او باطل ته نېږدې کېدلو دخطر بيان دی

ٱلَّذِينَ ءَاتَيْنَـٰهُمُ ٱلْكِتَـٰبَ يَتْلُونَهُۥ حَقَّ تِلَاوَتِهِۦٓ أُو۟لَـٰٓئِكَ يُؤْمِنُونَ بِهِۦ ۗ وَمَن يَكْفُرْ بِهِۦ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْخَـٰسِرُونَ ﴿١٢١﴾

قرآن کریم داهل کتابو دیوې ډلې په اړه بیان کوي، چې په هغه کتاب عمل کوي کوم چې دوی ته نازل شوی او دهغه په حقه سره پیروي کوي، همدوی په دې کتابونو کې دمحمد صلی الله علیه وسلم دنبوت ښکاره نښې ویني، نو ځکه ایمان راوړلو ته بېړه کوي او بلې ډلې په خپل کفر ټینګار وکړ نو زیان سره مخ شوه

يَـٰبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ٱذْكُرُوا۟ نِعْمَتِىَ ٱلَّتِىٓ أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَنِّى فَضَّلْتُكُمْ عَلَى ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿١٢٢﴾

ای بني اسرائیلو! زما هغه دیني او دنیوي نعمتونه یاد کړئ چې پر تاسو مې لورولی وو، او یاد کړئ چې ما تاسو ته دخپلې زمانې په خلکو کې په پېغمبرۍ او پاچاهۍ غوره والی درکړی ؤ. مخ ۱۹ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَٱتَّقُوا۟ يَوْمًۭا لَّا تَجْزِى نَفْسٌ عَن نَّفْسٍۢ شَيْـًۭٔا وَلَا يُقْبَلُ مِنْهَا عَدْلٌۭ وَلَا تَنفَعُهَا شَفَـٰعَةٌۭ وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ ﴿١٢٣﴾

دالله تعالی په پیروئ او دهغه دنواهیو څخه په ځان ژغورلو دخپلو ځانونو او دقیامت ورځې دعذاب تر منځ ډال وګرځوئ، ځکه په دغه ورځ هیڅ نفس بل نفس ته هیڅ ګټه نه شي رسولی او نه ورڅخه بدله منل کېږې که هر څه ډېره هم وي او نه ورته دچا سپارښتنه ګټه رسوي که هر څومره دلوړې رتبې څښتن وي او نه به ورسره مرستندوی وي چې دالله تعالی په وړاندې یې مرسته وکړي

۞ وَإِذِ ٱبْتَلَىٰٓ إِبْرَٰهِـۧمَ رَبُّهُۥ بِكَلِمَـٰتٍۢ فَأَتَمَّهُنَّ ۖ قَالَ إِنِّى جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًۭا ۖ قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِى ۖ قَالَ لَا يَنَالُ عَهْدِى ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿١٢٤﴾

او هغه وخت یاد کړه چې الله تعالی ابراهیم علیه السلام دڅه احکامو او سپارښتنو په تر سره کولو سره وازمایه، نو هغه په ښه بڼه او پوره توګه (هغه چارې) تر سره کړې، نو الله تعالی خپل پیغمبر ابراهیم ته وویل: زه تا دخلکو لپاره پېشوا او امام ګرځوم، څو خلک ستا دکړنو او اخلاقو پیروي وکړي، ابراهیم علیه السلام وویل: اې پالونکیه! زما له اولادې څخه هم مخکښان او امامان وګرځوه چې خلک یې پیروي وکړي، نو الله تعالی ورته په ځواب کې وویل: زما ژمنه په دین کې دامامت او پېشوا ګرځولو ستا داولادې ظالمانو ته نه رسېږي. ل

وَإِذْ جَعَلْنَا ٱلْبَيْتَ مَثَابَةًۭ لِّلنَّاسِ وَأَمْنًۭا وَٱتَّخِذُوا۟ مِن مَّقَامِ إِبْرَٰهِـۧمَ مُصَلًّۭى ۖ وَعَهِدْنَآ إِلَىٰٓ إِبْرَٰهِـۧمَ وَإِسْمَـٰعِيلَ أَن طَهِّرَا بَيْتِىَ لِلطَّآئِفِينَ وَٱلْعَـٰكِفِينَ وَٱلرُّكَّعِ ٱلسُّجُودِ ﴿١٢٥﴾

او یاد کړه هغه وخت چې الله تعالی بیت الحرام دخلکو لپاره دورګرځېدو ځای (مرجع) وګرځولو، چې زړونه یې ورپورې تړلي وي، کله هم چې ترې لاړ شي بیا ورته را ګرځي او همدا راز یې دامن ځای ګرځولی، چې په دې ځای کې پر چا تېری نه کېږي او خلکو ته یې وویل: له هغې تېږې څخه دلمانځه لپاره ځای ونیسئ کومې باندې چې ابراهیم علیه السلام دکعبې جوړېدو پر مهال ودرېده او مونږ ابراهیم او دهغه زوی اسماعیل ته سپارښتنه وکړه چې دعزت کور دپلیتۍ او بوتانو څخه پاک کړي او دهغه چا لپاره يې چمتو کړي چې پکې طواف، اعتکاف، لمونځ او داسې نور عبادات کول غواړي

وَإِذْ قَالَ إِبْرَٰهِـۧمُ رَبِّ ٱجْعَلْ هَـٰذَا بَلَدًا ءَامِنًۭا وَٱرْزُقْ أَهْلَهُۥ مِنَ ٱلثَّمَرَٰتِ مَنْ ءَامَنَ مِنْهُم بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ ۖ قَالَ وَمَن كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُۥ قَلِيلًۭا ثُمَّ أَضْطَرُّهُۥٓ إِلَىٰ عَذَابِ ٱلنَّارِ ۖ وَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ ﴿١٢٦﴾

اې پیغمبره! یاد کړه هغه وخت چې ابراهیم علیه السلام له خپل رب څخه ددعا غوښتلو پر مهال وویل: اې زما پالونکیه! مکه دامن ښار وګرځوه، چې هیچا ته پکې زیان نه رسي او اوسېدونکو ته یې هر ډول مېوې ورکړه، او دا روزې پر تا او دآخرت په ورځ باور لرونکو ته ځانګړې کړه، نو الله تعالی ورته وویل: څوک چې له دوی څخه کافر شول، نو زه به ورته په دنیا کې دلږې ګټې پورته کولو روزي ورکړم، بیا به یې په آخرت کې په زوره ددوزخ اور ته را کش کړم، او دقیامت په ورځ دور ګرځېدو بد ځای دی

وَإِذْ يَرْفَعُ إِبْرَٰهِـۧمُ ٱلْقَوَاعِدَ مِنَ ٱلْبَيْتِ وَإِسْمَـٰعِيلُ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّآ ۖ إِنَّكَ أَنتَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ ﴿١٢٧﴾

ياد کړه اې نبي کله چې ابراهيم او اسماعيل دکعبې بنسټونه پورته کول او دواړو په عاجزۍ او خوارۍ ويل: اې زموږ پالونکيه! زموږ کړنې را څخه ومنه چې يوه ورڅخه دغه دبيت الله ودانول دي، پرته له شکه ته زموږ ددعاوو اورېدونکی او زموږ پر نيتونو او اعمالو ښه پوه يې

رَبَّنَا وَٱجْعَلْنَا مُسْلِمَيْنِ لَكَ وَمِن ذُرِّيَّتِنَآ أُمَّةًۭ مُّسْلِمَةًۭ لَّكَ وَأَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبْ عَلَيْنَآ ۖ إِنَّكَ أَنتَ ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ ﴿١٢٨﴾

اې زمونږ پالونکیه! مونږ ستا امر ته غاړه ایښودونکي او تا لره عاجزي کوونکي وګرځوه، تا سره هیڅوک شریک نه ګرځوو او زمونږ له اولادونو څخه یو پوره امت تا ته غاړه ایښودونکی وګرځوه، او مونږ ته دخپلې بندګۍ څرنګوالی وښایه، او زمونږ دګناهونو او په امر منلو کې دکمښت څخه راته تېر شه، بېشکه ته دهغو بندګانو توبه قبلونکی یې چې تا ته توبه وباسي او پر دوي لورین یې. مخ ۲۰ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

رَبَّنَا وَٱبْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًۭا مِّنْهُمْ يَتْلُوا۟ عَلَيْهِمْ ءَايَـٰتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ ٱلْكِتَـٰبَ وَٱلْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ ۚ إِنَّكَ أَنتَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ ﴿١٢٩﴾

اې پالونکیه! دوی کې یو پیغمبر را پیدا کړه، چې داسماعیل علیه السلام له اولادې څخه وي، دوی ته ستا له خوا نازل شوي آیاتونه لولي او ورته دقرآن او سنت ښودنه کوي او له شرک او پلیتیو څخه یې پاکوي؛ بېشکه ته قوي، برلاسی یې او په کړنو او احکامو کې دحکمت څښتن یې

وَمَن يَرْغَبُ عَن مِّلَّةِ إِبْرَٰهِـۧمَ إِلَّا مَن سَفِهَ نَفْسَهُۥ ۚ وَلَقَدِ ٱصْطَفَيْنَـٰهُ فِى ٱلدُّنْيَا ۖ وَإِنَّهُۥ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ لَمِنَ ٱلصَّـٰلِحِينَ ﴿١٣٠﴾

او هیڅوک دابراهیم علیه السلام له دین څخه بل دین ته نه ګرځي پرته له هغه چا چې دبې عقلۍ او بد تدبیر له امله یې پر خپل ځان تېری کړی وي او حق یې د ګمراهۍ لپاره پریښی وي، په ذلت خوښ وي، او بېشکه مونږ دی په دنیا کې خپل خلیل او پیغمبر نیولی ؤ، او یقینا هغه به په آخرت کې هرومرو له نیکانو څخه وي، هغه کسان چې څه پرې الله تعالی واجب کړي هغه یې تر سره کړي، نو لوړې درجې یې تر لا سه کړي

إِذْ قَالَ لَهُۥ رَبُّهُۥٓ أَسْلِمْ ۖ قَالَ أَسْلَمْتُ لِرَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿١٣١﴾

الله تعالی دی ځکه غوره کړ چې اسلام ته یې بېړه کوله کله چې خپل رب ورته وویل: ما ته خپله بندګي ځانګړې کړه، او په طاعت کې راته عاجزي کوه، نو په ځواب کې یې خپل رب ته وویل: ما خپله غاړه الله تعالی ته ایښې ده چې دبندګانو پېدا کوونکی، روزي ورکوونکی او دهغوی دچارو چمتو کوونکی دی

وَوَصَّىٰ بِهَآ إِبْرَٰهِـۧمُ بَنِيهِ وَيَعْقُوبُ يَـٰبَنِىَّ إِنَّ ٱللَّهَ ٱصْطَفَىٰ لَكُمُ ٱلدِّينَ فَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ ﴿١٣٢﴾

او ابراهیم علیه السلام خپلو ځامنو ته په دې خبرو سپارښتنه کړې وه چې: (ما دټولو عالمونو پالونکي ته غاړه ایښې ده) او همدا راز په دې خبرو یعقوب علیه السلام هم خپلو ځامنو ته سپارښتنه وکړه، دواړو پر خپلو ځامنو غږ وکړ: بېشکه الله تعالی تاسو ته داسلام دین غوره کړی دی، نو کلک یې ونیسئ، تر دې چې تاسو ته مرګ راشي، په داسې حال کې چې الله تعالی ته پټ او ښکاره غاړه ایښودونکي یاست

أَمْ كُنتُمْ شُهَدَآءَ إِذْ حَضَرَ يَعْقُوبَ ٱلْمَوْتُ إِذْ قَالَ لِبَنِيهِ مَا تَعْبُدُونَ مِنۢ بَعْدِى قَالُوا۟ نَعْبُدُ إِلَـٰهَكَ وَإِلَـٰهَ ءَابَآئِكَ إِبْرَٰهِـۧمَ وَإِسْمَـٰعِيلَ وَإِسْحَـٰقَ إِلَـٰهًۭا وَٰحِدًۭا وَنَحْنُ لَهُۥ مُسْلِمُونَ ﴿١٣٣﴾

إ برهم وإسمعيل وإس حق إلها وحدا ونحن له مسلمون آیا تاسو دیعقوب علیه السلام دمرګ پر مهال حاضر وئ چې ده له خپلو زامنو څخه پوښتنه کوله: زما له مرګه وروسته به دڅه شي بندګي کوئ؟ دوی ورته په ځواب کې وویل: مونږ به دهغه یو معبود بندګي کوو چې ستا او ستا دپلرونو ابراهیم او اسماعیل او اسحاق معبود دی، چې هغه یو دی او شریک نه لري او مونږ ټول یوازې هغه ته غاړه ایښودونکي یو

تِلْكَ أُمَّةٌۭ قَدْ خَلَتْ ۖ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُم مَّا كَسَبْتُمْ ۖ وَلَا تُسْـَٔلُونَ عَمَّا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿١٣٤﴾

دا یو امت ؤچې دنورو امتونو په څېر تېر شو او کوم عمل یې چې وړاندې کړی ؤهغه ته ورسېدل، پس دهغوی لپاره دهغوی ښې او بدې کړنې دي او ستاسې لپاره ستاسو ستاسې کړنې دي او له تاسو څخه به دهغوی دکړنو پوښتنه نه کېږي او له هغوی څخه به ستاسو دکړنو پوښتنه نه کېږي او نه به یو کس دبل په ګناه نېول کېږي، بلکې هر څوک به دخپلو کړنو سزا ویني، نو تاسې دې دپخوانیو (قومونو) کړنې داسې نه مشغوله کوي چې خپلې کړنې له پامه وغورځوئ، پس هیچاته دالله تعالی له رحمت څخه وروسته له خپل نیک عمل نه پرته بل هیڅ شی ګټه نه شي رسولی

وَقَالُوا۟ كُونُوا۟ هُودًا أَوْ نَصَـٰرَىٰ تَهْتَدُوا۟ ۗ قُلْ بَلْ مِلَّةَ إِبْرَٰهِـۧمَ حَنِيفًۭا ۖ وَمَا كَانَ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ ﴿١٣٥﴾

یهودیانو ددې امت پیروانو ته وویل: تاسو یهودیان شئ نو دهدایت لا ر به ومومئ او عیسویانو به ویل: تاسو عیسویان شئ نو دهدایت لا ر به پیدا کړئ. -اې پیغمبره- ته ورته په ځواب کې ووایه: بلکې مونږ دابراهیم علیه السلام ددین پیروي کوو چې له ټولو باطلو دینونو څخه دحق خوا ته مائل دی او (ابراهیم علیه السلام) له هغو کسانو څخه نه ؤچې له الله تعالی سره یې شریک نیولو. مخ ۲۱ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

قُولُوٓا۟ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيْنَا وَمَآ أُنزِلَ إِلَىٰٓ إِبْرَٰهِـۧمَ وَإِسْمَـٰعِيلَ وَإِسْحَـٰقَ وَيَعْقُوبَ وَٱلْأَسْبَاطِ وَمَآ أُوتِىَ مُوسَىٰ وَعِيسَىٰ وَمَآ أُوتِىَ ٱلنَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمْ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍۢ مِّنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُۥ مُسْلِمُونَ ﴿١٣٦﴾

ى اې مومنانو! تاسو دې باطلې دعوې لرونکو یهودیانو او عیسویانو ته ووایئ: مونږ په الله تعالی او قرآن چې مونږ ته نازل شوی باور لرو او په هغه څه هم باور لرو چې په ابراهیم او دهغه پر ځامنو اسماعیل اسحاق او یعقوب علیهم السلام نازل شوي دي او باور لرو په هغه څه چې په نورو پیغمبرانو چې دیعقوب علیه السلام له اولادې څخه دي نازل شوي او باور لرو په هغه تورات چې موسی علیه السلام ته الله تعالی ورکړی ؤاو هغه انجیل چې عیسی علیه السلام ته الله تعالی ورکړی ؤاو باور لرو په هغو کتابونو چې ټولو پیغمبرانو ته الله تعالی ورکړي دي، ددوی تر منڅ هیڅ توپیر نه کوو چې پر ځینو يې باور ولرو او پر ځینو یې کفر وکړو، بلکې پر ټولو باور لرو او مونږ یوازې الله تعالی ته غاړه ایښودونکي او عاجزي کوونکي یو

فَإِنْ ءَامَنُوا۟ بِمِثْلِ مَآ ءَامَنتُم بِهِۦ فَقَدِ ٱهْتَدَوا۟ ۖ وَّإِن تَوَلَّوْا۟ فَإِنَّمَا هُمْ فِى شِقَاقٍۢ ۖ فَسَيَكْفِيكَهُمُ ٱللَّهُ ۚ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ ﴿١٣٧﴾

که چېرې یهودیانو او عیسویانو او نورو کافرانو ستاسو دایمان په څېر ایمان راوړ؛ نو دوی به په سمه لا ره شي کومه چې دالله تعالی خوښه ده او که چېرې یې له ایمان څخه مخ واړولو چې ټول یا ځينې پیغمبران یې دروغجن وبلل نو بېشکه دوی په اختلاف او دښمنۍ کې دي، نو -اې پیغمبره- مه غمجن کېږه، بېشکه الله تعالی تاته د دوی له شزیان رسونې نه کافي دی او ددوی له شر څخه به دې ساتي او مرسته به دې کوي، هغه ددوی خبرې اوري او ددوی په نیتونو او کړنو ډېر پوه دی

صِبْغَةَ ٱللَّهِ ۖ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ ٱللَّهِ صِبْغَةًۭ ۖ وَنَحْنُ لَهُۥ عَـٰبِدُونَ ﴿١٣٨﴾

دالله دین په ښکاره او پټه ټینګ کړئ، چې تاسې یې پرې پیدا کړي یئ، نو دالله تعالی له دین څخه بل ښایسته دین نشته؛ ځکه چې له فطرت سره سم دی، د مصالحو (ګټو) راښکونکی او دمفاسدو (زیانونو) بندونکی دی او ووایئ: مونږ یوازې دالله تعالی بندګي کونکي یو، له ده سره بل څوک شریک نه نیسو

قُلْ أَتُحَآجُّونَنَا فِى ٱللَّهِ وَهُوَ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ وَلَنَآ أَعْمَـٰلُنَا وَلَكُمْ أَعْمَـٰلُكُمْ وَنَحْنُ لَهُۥ مُخْلِصُونَ ﴿١٣٩﴾

اې پیغمبره! ته ووایه: -اې دکتاب خاوندانو- آیا تاسو جګړه کوئ په دې خبره چې تاسو الله تعالی او دهغه دین ته له مونږ ډېر نږدې او غوره یاست؛ ځکه چې ستاسو دین او کتاب زمونږ څخه پخواني دي، خو دا تاسو ته ګټه نه رسوي، ځکه چې الله تعالی زمونږ ټولو رب دی، تاسو څه ځانګړنه نه لرئ، او زمونږ دکړنو په اړه له تاسو پوښتنه نه کېږي او ستاسو دکړنو پوښتنه له مونږ څخه نه کېږي او هر چا ته به دهغه دعمل بدله ورکول کېږي او مونږ ټول الله تعالی ته په بندګۍ کې اخلاص کوو او له ده سره شریک نه نیسو

أَمْ تَقُولُونَ إِنَّ إِبْرَٰهِـۧمَ وَإِسْمَـٰعِيلَ وَإِسْحَـٰقَ وَيَعْقُوبَ وَٱلْأَسْبَاطَ كَانُوا۟ هُودًا أَوْ نَصَـٰرَىٰ ۗ قُلْ ءَأَنتُمْ أَعْلَمُ أَمِ ٱللَّهُ ۗ وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن كَتَمَ شَهَـٰدَةً عِندَهُۥ مِنَ ٱللَّهِ ۗ وَمَا ٱللَّهُ بِغَـٰفِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿١٤٠﴾

ه اې کتابیانو! آیا تاسې وایئ چې بېشکه ابراهیم او اسماعیل او اسحاق او یعقوب علیهم السلام او نور پیغمبران چې دیعقوب علیه السلام له اولادې څخه وو ټول پر یهودیت یا عیسویت دین وو؟ ته ورته په ځواب کې ووایه -ای پېغمبره-: آیا تاسو ښه پوهېږئ که الله تعالی؟ پس که چېرې دوی دعوه وکړي چې مونږ دهغوی پر ملت یو، نو دروغ وایي؛ ځکه ددوی رالېږل او مړه کېدل دتورات او انجیل له نازلېدو څخه مخکې ؤ! نو له دې نه دا څرګندېږې چې دوی چې څه وايي، هغه پر الله رسول باندې دروغ تړل دي او دوی هغه حق پټ کړی کوم چې دوی ته نازل شوی، او له هغه چا بل ډېر ظالم نشته څوک چې دالله له لوري ور سپارل شوې شاهدي پټه کړي، لکه دکتابیانو دکړنو په څېر او الله تعالی ستاسو له کړنو نا خبره نه دی او زر دی چې تاسو ته به یې بدله درکړي

تِلْكَ أُمَّةٌۭ قَدْ خَلَتْ ۖ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُم مَّا كَسَبْتُمْ ۖ وَلَا تُسْـَٔلُونَ عَمَّا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿١٤١﴾

دا یو امت وو چې له تاسو مخکې تېر شو او کوم عمل یې چې وړاندې کړی ؤهغې ته ورسېدل، پس دوې لره دهغه کړنو بدله ده، او تاسو لره ستاسو دکړنو بدله ده، او تاسو څخه به دهغوی دکړنو پوښتنه نه کېږي، او له هغوی څخه به ستاسو دکړنو پوښتنه نه کېږي، او نه به یو کس دبل په ګناه نېول کېږي، او نه به یو کس دبل له عمل څخه ګټه پورته کړي، بلکه هر چا ته به دهغه څه بدله ورکول کېږي څه یې چې وړاندې کړي وي. مخ ۲۲ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

۞ سَيَقُولُ ٱلسُّفَهَآءُ مِنَ ٱلنَّاسِ مَا وَلَّىٰهُمْ عَن قِبْلَتِهِمُ ٱلَّتِى كَانُوا۟ عَلَيْهَا ۚ قُل لِّلَّهِ ٱلْمَشْرِقُ وَٱلْمَغْرِبُ ۚ يَهْدِى مَن يَشَآءُ إِلَىٰ صِرَٰطٍۢ مُّسْتَقِيمٍۢ ﴿١٤٢﴾

ژر دی چی وبه وايي هغه ناپوهه او کم عقله یهودیان، او هغه څوک چی ددوی په شان وی له منافقانو څخه: مسلمانانو لره څه شی واړول دخپلی مخکنۍ قبلی بیت المقدس څخه؟ ته ورته جواب ورکړه -ای پیغمبره-: خاص الله تعالی لره دی اختیار او بادشاهی دمشرق او مغرب او دنورو طرفونو، اړوی چا لره چی وغواړی دخپلو بندګانو څخه کوم طرف ته چی وغواړی، او هغه پاک ذات ښودنه کوی چاته چی وغواړی دخپلو بندګانو څخه نیغی لا ری ته چی کوږوالی او اوړیدل پکی نه وی

وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَـٰكُمْ أُمَّةًۭ وَسَطًۭا لِّتَكُونُوا۟ شُهَدَآءَ عَلَى ٱلنَّاسِ وَيَكُونَ ٱلرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًۭا ۗ وَمَا جَعَلْنَا ٱلْقِبْلَةَ ٱلَّتِى كُنتَ عَلَيْهَآ إِلَّا لِنَعْلَمَ مَن يَتَّبِعُ ٱلرَّسُولَ مِمَّن يَنقَلِبُ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ ۚ وَإِن كَانَتْ لَكَبِيرَةً إِلَّا عَلَى ٱلَّذِينَ هَدَى ٱللَّهُ ۗ وَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيُضِيعَ إِيمَـٰنَكُمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ بِٱلنَّاسِ لَرَءُوفٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿١٤٣﴾

ى لکه څنګه مو چې تاسې ته قبله غور کړې ده، همداسی مو تاسې په عقیده عبادت او دژوند په نورو چارو کی غوره، باانصافه او درمیانه أمت ګرځولي یاست، ددې لپاره چې دقیامت په ورځ تاسو ګواهان شئ دالله تعالی دپیغمبرانو لپاره چې هغوی دالله تعالی هغه دین چې هغوی ته پرې امر شوی وو، خپلو امتونو ته رسولی ؤ، او همدارنګه محمد صلی الله علیه وسلم به ګواه وي پر تاسو باندې چې هغه تاسو ته دالله تعالی دین رارسولی وو. او مونږ نه دی ګرځولی اړول ستا دقبلی هغه چی تا ورته مخکی مخ اړوو- چی هغه بیت المقدس - وو، مګر ددی لپاره چی مونږه وپیژنو (ښکاره یې کړو)- داسی پېژندل چې په هغه به حساب او جزاء مرتب کېږي- چې څوک دالله په شرع باندې راضي کېږي او غاړه ورته ږدي، نو پس دپیغمبر تابعداري کوي او څوک چې له خپل دین نه واوړي او دخپلو نفسي غوښتنو تابعداري کوي او دالله تعالی شرعې ته غاړه نه ږدې. او یقینا دلومړۍ قبلې بدلېدل ډیر درانه وو مګر په هغو کسانو درانه نه وو چې الله تعالی ورته په هغه باندی دایمان ورکولو توفیق ورکړی وو، او بیشکه چی الله تعالی دخپلو بندګانو لپاره کوم دین رالیږی هغه دلوړو حکمتونو لپاره رالیږی. او الله تعالی دا نه غواړی چی ستاسو په الله تعالی ایمان برباد اوضائع کړی، او نه ستاسو هغه لمونځونه چی تاسو دقبلی دګرځیدو څخه مخکی کړی دی، بیشکه الله تعالی په خلکو باندی ډیر مهربان او رحم کوونکی دی، نو په هغو باندی سختی نه کوی، او دهغوئ دنیکو اعمالو ثوابونه نه بربادوی

قَدْ نَرَىٰ تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِى ٱلسَّمَآءِ ۖ فَلَنُوَلِّيَنَّكَ قِبْلَةًۭ تَرْضَىٰهَا ۚ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ ۚ وَحَيْثُ مَا كُنتُمْ فَوَلُّوا۟ وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُۥ ۗ وَإِنَّ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَـٰبَ لَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ ۗ وَمَا ٱللَّهُ بِغَـٰفِلٍ عَمَّا يَعْمَلُونَ ﴿١٤٤﴾

ه يعملون بېشکه مونږه ولیده -اې پیغمبره- اړول دمخ ستا او کتل ستا دآسمان طرف ته، په داسې حال کې چې ته انتظار کوونکی وې دوحې دنازلېدو په باره دقبلې کې او اړول دهغې، هغه طرف ته چی ستا خوښ وي، نو خامخا به مونږ ستا مخ داوسنۍ قبلی بیت المقدس پر ځای هغې قبلې ته واړوو چې ستا خوښه وي -چې هغه بیت الله- ده. نو ته خپل مخ دمکې مکرمې -بیت الله- په طرف واړوه او کوم ځای کې چې تاسې یئ -اې مومنانو- نو تاسې خپل مخونه دلمانځه په وخت کې بیت الله ته واړوئ او هغه کسان چې هغوی ته آسماني کتاب ورکړل شوی دی، له یهودو او نصارو څخه، هغوی هرومرو پوهېږې چی دا اړول دقبلې رالیږل شوی حق دی ددوی د خالق او کار ساز له لوري؛ ځکه چې دا ددوی په کتابونو کې راغلی وو او الله تعالی له هغو کړنو ناخبره نه دی چې دا له حق اوښتونکي یې کوي، بلکې الله تعالی په دوی باندې ښه خبر دی او دوی ته به خامخا ددې انکار سزا ورکړي

وَلَئِنْ أَتَيْتَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَـٰبَ بِكُلِّ ءَايَةٍۢ مَّا تَبِعُوا۟ قِبْلَتَكَ ۚ وَمَآ أَنتَ بِتَابِعٍۢ قِبْلَتَهُمْ ۚ وَمَا بَعْضُهُم بِتَابِعٍۢ قِبْلَةَ بَعْضٍۢ ۚ وَلَئِنِ ٱتَّبَعْتَ أَهْوَآءَهُم مِّنۢ بَعْدِ مَا جَآءَكَ مِنَ ٱلْعِلْمِ ۙ إِنَّكَ إِذًۭا لَّمِنَ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿١٤٥﴾

او قسم دی -اې پیغمبره- که ته دې یهودیانو او نصارو ته دقبلې په اړولو هره یوه نښه او دلیل راوړې چې دا دقبلې ګرځېدل حق دي؛ نو دوی به دضد، او دحق د تابعدارئ څخه دلوئی کولو له وجې ستا قبلی ته مخ ونه ګرځوی، او ته هم ددوی قبلې ته مخ ګرځونکی نه یې وروسته له دې نه چې ته الله تعالی دهغی نه اړولی ئی، او نه دی دوی مخ ګرځونکی دیو بل قبلی ته، ځکه چی دوی هر یو بل ته کافر وائی، او که ته چیرته ددوی دخواهشاتو تابعداری وکړی به مسله دقبلی کی او نورو شرعی مسایلو او احکامو کښې وروسته ددی نه چی تا ته صحیح علم راغلی چی هیڅ شک پکی نشته؛ نو بیشکه ته به په دغه وخت کښې دهدایت د پریښدلو په وجه او دخواهشاتو دتابعدارئ په وجه دظالمانو څخه شی. او دا خطاب پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته دی چی دا دلیل دی په بدوالی ددوی د تابعدارئ، او که داسی نه وی نو بیشکه الله تعالی خپل پیغمبر ددوی دتابعدارئ څخه بچ ساتلی، نو بس دا دپیغمبر صلی الله علیه وسلم امت لره یره ورکول دی مخ ۲۳ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر چی ددوی دتابعدارئ نه ځان وساتی

ٱلَّذِينَ ءَاتَيْنَـٰهُمُ ٱلْكِتَـٰبَ يَعْرِفُونَهُۥ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَآءَهُمْ ۖ وَإِنَّ فَرِيقًۭا مِّنْهُمْ لَيَكْتُمُونَ ٱلْحَقَّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿١٤٦﴾

دیهودو او نصاروو هغه علماء چې مونږ ورته دآسماني کتاب پوهه ورکړې؛ دقبلې ګرځول -چې دمحمد صلی الله علیه وسلم دپیغمبرۍ نښه ده- داسې پېژني لکه څنګه چې خپل بچي پیژني او دنورو څخه یې جلا کوي، سره له دې بیا هم ددوی یوه ډله هغه حق پټه وي، کوم چې محمد صلی الله علیه وسلم راوړی، دحسد له وجې، دوی دا کار کوي او په دې ښه پوهېږي چې دا حق دی

ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكَ ۖ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلْمُمْتَرِينَ ﴿١٤٧﴾

دا حق دی ستا درب له طرفه -اې پیغمبره!- پس ته ددې په رښتیاوالي کې شک مه کوه

وَلِكُلٍّۢ وِجْهَةٌ هُوَ مُوَلِّيهَا ۖ فَٱسْتَبِقُوا۟ ٱلْخَيْرَٰتِ ۚ أَيْنَ مَا تَكُونُوا۟ يَأْتِ بِكُمُ ٱللَّهُ جَمِيعًا ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۭ ﴿١٤٨﴾

او دهر امت لپاره یوه حسی یا معنوی قبله ده چی مخ ورته ګرځوي او له دې وجې نه په قبله کې دامتونو اختلاف دی او په هغه څه کې چې الله تعالی ورته رالیږلي، نو دقبلو اختلاف کوم ضرر نه کوي، کله چې دالله تعالی په امر وي، نو -اې مؤمنانو!- تاسې دنېکیو کارونو ته دیو بل نه وړاندی والی وکړئ کوم چې درته الله تعالی امر کړی او تاسو چې په هر ځای کې یاستئ، الله تعالی به مو دقیامت په ورځ سره یوځای کړي؛ ددې لپاره چې دخپلو عملونو بدله درکړي، بېشکه الله تعالی په هر څه قدرت لرونکی دی، نو ستاسې یوځای کول او بدله درکول هغه نه شي عاجز کولی

وَمِنْ حَيْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ ۖ وَإِنَّهُۥ لَلْحَقُّ مِن رَّبِّكَ ۗ وَمَا ٱللَّهُ بِغَـٰفِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿١٤٩﴾

ای پیغمبره!- دکوم ځای نه چې ووځې او په کوم ځای کې چې ته او ستا ملګري یئ او دلمانځه کولو اراده ده دې وکړه، نو دمسجد حرام په لور مخ وګرځوه، ځکه دا هغه حق دی چې تاته پرې ستا درب له لوري وحی شوې ده او بېشکه الله تعالی ستاسې له کارونو څخه بې خبره نه دی، بلکې هغه په تاسې خبر دی او ستاسې د عملونو بدله به درکړي

وَمِنْ حَيْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ ۚ وَحَيْثُ مَا كُنتُمْ فَوَلُّوا۟ وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُۥ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَيْكُمْ حُجَّةٌ إِلَّا ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مِنْهُمْ فَلَا تَخْشَوْهُمْ وَٱخْشَوْنِى وَلِأُتِمَّ نِعْمَتِى عَلَيْكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿١٥٠﴾

او اې نبي له هرځايه چې وځې او دلمانځه اراده لرې؛ نو مسجد حرام ته مخ کوه، او اې مؤمنانو هر چېرې چې ياست؛ نو کعبې ته مو مخونه کوئ کله چې د لمانځه اراده لرئ، ترڅو دخلکو لپاره کوم دليل نه وي چې ستاسو پر خلاف يې وړاندې کړي، مګر له هغوی داسې کسان چې ظلم يې کړی، هغوی به پر خپل ضد پاتې کيږي او ستاسو پر خلاف به ډېر کمزوري دليلونه راوړي، نو له هغوی مه ډارېږئ، يوازې له خپل پالونکي دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ووېرېږئ، پرته له شکه الله ستاسو لپاره دکعبې لوري ته ګرځېدل ځکه روا کړل چې له نورو امتونو په بېلولو او دټولو خلکو تر قبلې زياتې شرف والا قبلې ته په لا رښوونه خپله پېرزوينه درباندې بشپړه کړي

كَمَآ أَرْسَلْنَا فِيكُمْ رَسُولًۭا مِّنكُمْ يَتْلُوا۟ عَلَيْكُمْ ءَايَـٰتِنَا وَيُزَكِّيكُمْ وَيُعَلِّمُكُمُ ٱلْكِتَـٰبَ وَٱلْحِكْمَةَ وَيُعَلِّمُكُم مَّا لَمْ تَكُونُوا۟ تَعْلَمُونَ ﴿١٥١﴾

تعلمون لکه څنګه مو چې پر تاسی باندې بل نعمت کړی دی، هغه داسې چې تاسو ته مو ستاسو دجنس څخه پیغمبر درلیږلی، چی تاسو ته زمونږ آیتونه (قرآن) لولي، او پاکوي تاسې له کفر څخه په هغه څه چې تاسو ته پرې امر کوی دفضایلو او نیکو، او منعه کوی تاسو دبدو صفاتو او دبدو کارونو څخه، او درښائی تاسو ته قرآن او سنت، او درښائی تاسو ته ددین او دنیا هغه کارونه چی تاسو ته نه وو معلوم. مخ ۲۴ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

فَٱذْكُرُونِىٓ أَذْكُرْكُمْ وَٱشْكُرُوا۟ لِى وَلَا تَكْفُرُونِ ﴿١٥٢﴾

نو پس تاسې ما په خپلو زړونو او اندامونو یاد کړئ؛ زه به ستاسې صفتونه بیان کړم او ستاسې ساتنه به وکړم، ځکه چې بدله دهر کار دهماغه کار مطابق وي (چې څه کرې هغه به رېبې)، او ما چې پر تاسې کوم نعمت (پېرزو) کړی دی دهغه شکر اداء کړئ او ناشکري مه کوئ، په داسې طریقه چې دالله تعالی نعمتونه دهغه په نافرمانۍ کې استعمالوئ

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱسْتَعِينُوا۟ بِٱلصَّبْرِ وَٱلصَّلَوٰةِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلصَّـٰبِرِينَ ﴿١٥٣﴾

اې مؤمنانو! په صبر او لمانځه سره (له الله) مرسته وغواړئ او زما تابعداري وکړئ او زما حکمونو ته غاړه کېږدئ، بېشکه الله تعالی له صبر کوونکو سره دی هغوئ ته توفیق ورکوي او مرسته یې کوي

وَلَا تَقُولُوا۟ لِمَن يُقْتَلُ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ أَمْوَٰتٌۢ ۚ بَلْ أَحْيَآءٌۭ وَلَـٰكِن لَّا تَشْعُرُونَ ﴿١٥٤﴾

او تاسی مه وایاست -اې مومنانو!- دهغه چا په هکله چی دالله تعالی په لا ره کې په جهاد کې شهید شی، چی هغوی داسې مړه دي لکه څنګه چې نور خلک مري، بلکې دوئ دالله تعالی په نزد ژوندي دي، لیکن تاسو یې په ژوند نه پوهېږئ؛ ځکه چې هغه خاصه زندګي ده چی له وحیې پرته پرې څوک نه پوهېږي

وَلَنَبْلُوَنَّكُم بِشَىْءٍۢ مِّنَ ٱلْخَوْفِ وَٱلْجُوعِ وَنَقْصٍۢ مِّنَ ٱلْأَمْوَٰلِ وَٱلْأَنفُسِ وَٱلثَّمَرَٰتِ ۗ وَبَشِّرِ ٱلصَّـٰبِرِينَ ﴿١٥٥﴾

او خامخا به مونږ په تاسې باندې رنګ رنګ ازمایښتونه کوو؛ لکه له دښمن څخه وېره، دډوډۍ کموالی، دمالونو نشتوالی او پیداکول یې هم په ډیر مشقت سره، او کموالی په نفسونو کې دهغو مصیبتونو په وجه چې خلک تباه کوي، او یا دالله تعالی په لا ره کې په شهادت سره او په کموالی دزمکی دمیوو سره، نو -اې پیغمبره!- ته ددنیا او اخرت دخوشحالیو زیری هغه چاته ورکړه چی په دې مصیبتونو صبر کوي

ٱلَّذِينَ إِذَآ أَصَـٰبَتْهُم مُّصِيبَةٌۭ قَالُوٓا۟ إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّآ إِلَيْهِ رَٰجِعُونَ ﴿١٥٦﴾

او هغه کسان چې له دغو مصیبتونو څخه ورته یو مصیبت ورسېږي، نو په رضا او غاړه کېښودو سره ووايي: مونږ ټول دالله تعالی ملکیت یو څنګه چې وغواړي هماغه شان په مونږ کې تصرف کوي او مونږه خامخا دقیامت په ورځ الله تعالی ته ورګرځیدونکي یو، نو الله تعالی هغه ذات دی چې مونږ ئې پیداکړي یو او په مونږ یې د قسما قسم نعمتونو پیرزوینه کړې ده، او خاص الله تعالی ته زمونږ ورګرځیدل دي او وروستۍ ورتګ مو هم دی

أُو۟لَـٰٓئِكَ عَلَيْهِمْ صَلَوَٰتٌۭ مِّن رَّبِّهِمْ وَرَحْمَةٌۭ ۖ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُهْتَدُونَ ﴿١٥٧﴾

ددغو صفتونو والا باندې الله تعالی په مأل اعلی (د ملایکو په مجلس کې) ثنا وائي، او رحمت ورباندې نازلوي او خاص همدغه کسان دسمې لا رې موندونکي دي

۞ إِنَّ ٱلصَّفَا وَٱلْمَرْوَةَ مِن شَعَآئِرِ ٱللَّهِ ۖ فَمَنْ حَجَّ ٱلْبَيْتَ أَوِ ٱعْتَمَرَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِ أَن يَطَّوَّفَ بِهِمَا ۚ وَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًۭا فَإِنَّ ٱللَّهَ شَاكِرٌ عَلِيمٌ ﴿١٥٨﴾

دکعبې شریفې خواته چې دصفا او مروه کوم دوه پیژندل شوي غرونه دي، دا دشریعت له نښو څخه دي، نو هر څوک چي بیت الله شریف ته دحج یا عمری اداء کولو اراده وکړي؛ نو په دوی څه ګناه نشته چی ددې دواړو غرونو ترمنځ منډې ووهي (سعي وکړي) او دلته دنه ګناه معنی دا ده چې دهغو مسلمانانو لپاره اطمینان دی چی کومو به دصفا او مروه ترمنځ سعی کول بد ګڼل په دې عقیده چې دا دجاهلیت له کارونو څخه دي، نو الله تعالی روښانه کړه چې دا دحج دکارونو څخه دي او چاچې په اخلاص سره په خپله خوښه مستحب کارونه تر سره کړل، نو الله تعالی یې له هغه څخه قبلوي او بدله ورله هم ورکوي، الله تعالی پوهه دی په هغه چا چې نیک کارونه کوي، او دثواب مستحق ګرځي. مخ ۲۵ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

إِنَّ ٱلَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَآ أَنزَلْنَا مِنَ ٱلْبَيِّنَـٰتِ وَٱلْهُدَىٰ مِنۢ بَعْدِ مَا بَيَّنَّـٰهُ لِلنَّاسِ فِى ٱلْكِتَـٰبِ ۙ أُو۟لَـٰٓئِكَ يَلْعَنُهُمُ ٱللَّهُ وَيَلْعَنُهُمُ ٱللَّـٰعِنُونَ ﴿١٥٩﴾

او هغه کسان چی له خلکو څخه هغه دلیلونه پټوي چې مونږ دپیغمبر په ریښتینوالی دلالت کوي او په هغه څه مو رالیږلی چی دی پیغمبر پرې راتګ کړی(قران)، د یهودیانو او نصارو څخه او دنورو خلکو څخه، وروسته ددی نه چی مونږ خلکو ته دهغوئ په کتابونو کښې ښکاره کړی وو؛ دغه کسان الله تعالی دخپل رحمت څخه لری کوي، او همدارنګه ملایکی پیغمبران او ټول خلک دوی ته دالله له رحمت نه دلرې والی دعاګانې کوي

إِلَّا ٱلَّذِينَ تَابُوا۟ وَأَصْلَحُوا۟ وَبَيَّنُوا۟ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ أَتُوبُ عَلَيْهِمْ ۚ وَأَنَا ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ ﴿١٦٠﴾

مګر هغه کسان چې الله تعالی ته په داسې حال کې ورګرځي چی دپیغمبر دريښتینولۍ ددلیلونو په پټولو پښېمانه وي او خپل پټ او ښکاره عملونه برابر کړي او کوم حق او دهدایت خبرې چې پټې کړې یې وي، بیرته یې خلکو ته بیان کړي، نو ددغو کسانو نیکیو ته راګرځیدل زه قبلوم، او زه دتوبه ایستونکو بنده ګانو ښه توبه قبلونکی او په هغوئ رحم کوونکی یم

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَمَاتُوا۟ وَهُمْ كُفَّارٌ أُو۟لَـٰٓئِكَ عَلَيْهِمْ لَعْنَةُ ٱللَّهِ وَٱلْمَلَـٰٓئِكَةِ وَٱلنَّاسِ أَجْمَعِينَ ﴿١٦١﴾

بېشکه هغه کسان چې کفر یې کړی او مخکې له توبې ایستلو څخه په کفر کې مړه شوي، په دې کسانو باندې دالله تعالی لعنت دی او دالله تعالی له رحمت څخه شړل شوي دي او همدارنګه ملائیکې او ټول خلک دوی ته دالله له رحمت څخه دلرې کېدو دعا کوي

خَـٰلِدِينَ فِيهَا ۖ لَا يُخَفَّفُ عَنْهُمُ ٱلْعَذَابُ وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ ﴿١٦٢﴾

همېشه به په دوی باندې لعنت وي، له دوی څخه به یوه ورځ عذاب هم نشي لرې کېدی او دقیامت په ورځ به دوی ته مهلت هم نشي ورکول کېدی

وَإِلَـٰهُكُمْ إِلَـٰهٌۭ وَٰحِدٌۭ ۖ لَّآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ٱلرَّحْمَـٰنُ ٱلرَّحِيمُ ﴿١٦٣﴾

اې خلکو!- ستاسو دعبادت مستحق یوازې یو ذات دی چې په خپل ذات او صفاتو کې یوازې دی، له هغه څخه سوا بل څوک په حق سره دعبادت لایق نه دی، هغه مهربان ذات دی، دپراخې مهربانۍ څښتن دی، داسې چې په خپلو بنده ګانو یې بې شمېره پېرزوینې کړي دي

إِنَّ فِى خَلْقِ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَٱخْتِلَـٰفِ ٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ وَٱلْفُلْكِ ٱلَّتِى تَجْرِى فِى ٱلْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ ٱلنَّاسَ وَمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مِن مَّآءٍۢ فَأَحْيَا بِهِ ٱلْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٍۢ وَتَصْرِيفِ ٱلرِّيَـٰحِ وَٱلسَّحَابِ ٱلْمُسَخَّرِ بَيْنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّقَوْمٍۢ يَعْقِلُونَ ﴿١٦٤﴾

له ء یقینا دزمکی او آسمانونو په پیدایښت کې او په دی دواړو کې چې کوم نااشنا مخلوقات دي او دورځې او شپې یو بل پسې تګ راتګ کې، او په هغو کښتیو کې چې ددریابونو په اوبو کښې روانی وی او باروونکی وی دخلکو دفایدی شیانو لره؛ لکه خوارکی توکی، جامی، تجارتی شیان، او نور هغه څه چی خلک ورته ضرورت لري او په هغو اوبو کې چې الله تعالی له اسمان څخه راکوزې کړي او په هغې سره یې شاړې زمکې په فصلونو او ګیاګانو ابادې کړې او په هغو زنده سرو کې چې الله تعالی په دې زمکه کې خواره کړي دي او په اړولو راړولو دبادونو یو طرف او بل طرف ته، او په تابع کړی شویو وریځو داسمان او زمکی ترمنځ، بېشکه په دې ټولو کې دالله تعالی دوحدانیت ښکاره دلیلونه دی دهغه چا لپاره چی په دلیلونو پوهیږی، او دلیلونه پیژنی. ب

وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَتَّخِذُ مِن دُونِ ٱللَّهِ أَندَادًۭا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ ٱللَّهِ ۖ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَشَدُّ حُبًّۭا لِّلَّهِ ۗ وَلَوْ يَرَى ٱلَّذِينَ ظَلَمُوٓا۟ إِذْ يَرَوْنَ ٱلْعَذَابَ أَنَّ ٱلْقُوَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًۭا وَأَنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلْعَذَابِ ﴿١٦٥﴾

ه او له دومره ښکاره دلیلونو او نښو سره بیا هم ځینې خلک له الله تعالی نه پرته نور څوک دبنده ګۍ مستحق ګڼي او دالله تعالی سره یې په عبادت کې برابروي، او داسې مینه ورسره کوي لکه څرنګه مینه چی له الله تعالی سره کوي، لیکن مومنان دالله تعالی سره ددوی دخپلو معبودانو سره دمینې نه هم ډیره مینه او محبت کوی، مخ ۲۶ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ځکه چی مومنان دالله تعالی سره هیڅ څوک هم نه شریکوی، او په خوشحالۍ او تنګدستۍ کښې ورسره مینه کوي، مګر دا نور خلک چی دی نو دوئ صرف د خوشحالۍ په وخت کښې دخپلو معبودانو سره مینه کوي، او دتکلیف په وخت کښې بیا صرف الله تعالی ته چغی وهی او صرف الله تعالی رابلی. او که ووینی هغه کسان چی په شرک او ګناهونو سره ئي په خپلو نفسونو ظلم کړی دی خپل حالت په اخرت کښې کله چی دوی عذاب وویني؛ نو خامخا به دوۍ پوهه شی چی بیشکه یواځی الله تعالی دطاقت والا ذات دی، او بیشکه الله تعالی هغه چاته سخته سزا ورکوي چاچی ئي نافرماني کړی وی، نو که چیری دوۍ دغه حالت لیدلی وی نو هیڅکله به دوۍ دالله تعالی سره بل څوک په عبادت کې نه وو شریک کړي

إِذْ تَبَرَّأَ ٱلَّذِينَ ٱتُّبِعُوا۟ مِنَ ٱلَّذِينَ ٱتَّبَعُوا۟ وَرَأَوُا۟ ٱلْعَذَابَ وَتَقَطَّعَتْ بِهِمُ ٱلْأَسْبَابُ ﴿١٦٦﴾

دا په هغه وخت کې چې کله مشران (لارښودان) دقیامت دسختیو دلیدلو په وجه دخپلو کمزورو پیروانو څخه بېزاره شي؛ په داسې حال کې چې ددوی د خلاصون او نجات ټولې لا رې او اسباب پرېکړی شي

وَقَالَ ٱلَّذِينَ ٱتَّبَعُوا۟ لَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةًۭ فَنَتَبَرَّأَ مِنْهُمْ كَمَا تَبَرَّءُوا۟ مِنَّا ۗ كَذَٰلِكَ يُرِيهِمُ ٱللَّهُ أَعْمَـٰلَهُمْ حَسَرَٰتٍ عَلَيْهِمْ ۖ وَمَا هُم بِخَـٰرِجِينَ مِنَ ٱلنَّارِ ﴿١٦٧﴾

او هغه کمزوري او پیروي کونکي کسان وبه وايي: کاشکې مونږ بېرته دنیا ته واپس شوی وای نو مونږ به هم ددې خپلو مشرانو (رهبرانو) څخه داسې بیزاره شوی وای لکه دوی چې زمونږ څخه نن بیزاره شول، نو څنګه چې الله تعالی دوی ته په اخرت کې سخت عذاب وروښوده، همداسې به ورته ددوی دتابعدارۍ انجام په افسوسونو او خپګان وروښایي، او دوی به هیڅکله ددوزخ له اور څخه راوتونکي نه وي. و

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ كُلُوا۟ مِمَّا فِى ٱلْأَرْضِ حَلَـٰلًۭا طَيِّبًۭا وَلَا تَتَّبِعُوا۟ خُطُوَٰتِ ٱلشَّيْطَـٰنِ ۚ إِنَّهُۥ لَكُمْ عَدُوٌّۭ مُّبِينٌ ﴿١٦٨﴾

اې خلکو! تاسو له هغو شیانو څخه چی په زمکه کې دڅارویو، بوټو او ونو څخه دي، خوراک کوئ، هغه چې دهغولا سته راوړل حلال وي او په خپله هم پاک وي مردار نه وي، او تاسو دشیطان په هغولا رو مه ځئ چې تاسو ته دګناه لوري ته بیايي، یقینا شیطان ستاسو ښکاره دشمن دی او یو عاقل ته نه ښايي چی دخپل هغه دشمن تابعداري وکړي چی هغه یې همیشه دګمراه کولو او هغه ته دزیان رسولو هڅه کوي

إِنَّمَا يَأْمُرُكُم بِٱلسُّوٓءِ وَٱلْفَحْشَآءِ وَأَن تَقُولُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ ﴿١٦٩﴾

هغه (شیطان) تاسو ته په هغه څه امر کوي چې هغه بد وي دګناهونو څخه او په هغه څه چی هغه لوی ګناهونه وي او تاسو ته امر کوي چی په الله تعالی باندی په عقیده او شرائعو کې خبری وکړئ بغیر دهغه علم نه چی تاسو ته دالله دطرف نه او یا دالله تعالی دپیغمبرانو دطرف نه راغلی وي

وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ٱتَّبِعُوا۟ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ قَالُوا۟ بَلْ نَتَّبِعُ مَآ أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ ءَابَآءَنَآ ۗ أَوَلَوْ كَانَ ءَابَآؤُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ شَيْـًۭٔا وَلَا يَهْتَدُونَ ﴿١٧٠﴾

ولا يهتدون او کله چې دې کافرانو ته وویل شي: تاسو دهغه هدایت او رڼا تابعداري وکړئ، کومه چې الله تعالی رالېږلې ده، دوی دضد او عناد له وجې وايي: مونږ دهغو عقیدو او رواجونو تابعدارې کوو کوم چې زمونږ پلرونو کول، نو آیا ی دخپلو (هغو) پلرونو تابعداری کوي چې هغوی دهدایت او رڼا څخه هیڅ خبر نه وو او هغه حق ته ځان نه رسوي په کوم چې الله تعالی راضي کېږي؟!

وَمَثَلُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ كَمَثَلِ ٱلَّذِى يَنْعِقُ بِمَا لَا يَسْمَعُ إِلَّا دُعَآءًۭ وَنِدَآءًۭ ۚ صُمٌّۢ بُكْمٌ عُمْىٌۭ فَهُمْ لَا يَعْقِلُونَ ﴿١٧١﴾

دکافرانو مثال دخپلو پلرونو په تابعدارۍ کې دهغه شپونکي (چوپان) په څېر دی چې خپلې رمې ته چغې وهي، نو څاروي یې (یوازې) آواز اوري خو په دې نه پوهیږي چې څه ورته وایي، نو پس دوی دحق له اوریدو څخه کاڼه دي فایده ترې نه شي اخیستلای، ددوی ژبې له حق ویلو څخه ګونګۍ دي، سترګې یې له حق څخه ړندې دې حق نه شي لیدلای، نو ځکه دوی په هغه حق نه شي پوهیدلای کوم ته یې چې تاسې رابلئ. مخ ۲۷ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ كُلُوا۟ مِن طَيِّبَـٰتِ مَا رَزَقْنَـٰكُمْ وَٱشْكُرُوا۟ لِلَّهِ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ ﴿١٧٢﴾

اې هغه کسانو چی په الله تعالی مو ایمان راوړی او دهغه دپیغمبر تابعداري مو کړې ده: هغه پاک خواړه خورئ چې الله تعالی تاسو ته درکړي او ستاسو لپاره یې روا (حلال) کړي دي او په پټه او ښکاره دالله تعالی دهغو نعمتونو شکر وباسئ چې پر تاسو یې کړي او دالله تعالی دشکر ایستلو څخه دادی چې دهغه اطاعت او تابعداري وکړئ او دهغه له نافرمانۍ څخه ځان وساتئ، که چېرې تاسو په ریښتیا یوازې دهغه بنده ګي کوئ، او هيڅ شی ورسره نه شریکوئ

إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ ٱلْمَيْتَةَ وَٱلدَّمَ وَلَحْمَ ٱلْخِنزِيرِ وَمَآ أُهِلَّ بِهِۦ لِغَيْرِ ٱللَّهِ ۖ فَمَنِ ٱضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍۢ وَلَا عَادٍۢ فَلَآ إِثْمَ عَلَيْهِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌ ﴿١٧٣﴾

الله تعالی په تاسو باندې له خوراکي شیانو څخه هغه څه حرام کړي چې له شرعي ذبحې (حلالې) پرته مړه شوي وي، همدا راز بهېدونکې وینه، دخنزیر (خوک) غوښه او هغه ذبیحه چې دحلالولو پر مهال دغیر الله نوم پر یاد شوی وي، نو هر کله چې یو انسان دې شیانو ته محتاج شي په داسې حال کې چې هغه زیاتې کوونکی نه وي په دې کې بغیر دحاجت څخه، او یا له حد څخه تیریدونکی هم نه وي؛ نو پس په ده باندې بیا څه ګناه او سزا نشته، بېشکه الله تعالی له خپلو بنده ګانو څخه دهغه چا توبه قبلوي چې الله ته توبه وباسي، په هغوی باندی مهربانه دی، چې دهغه دمهربانۍ او رحمت څخه دا هم ده چې دضرورت پر مهال یې ورته ددغو حرامو شیانو خوړل هم جایز کړي دي

إِنَّ ٱلَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ مِنَ ٱلْكِتَـٰبِ وَيَشْتَرُونَ بِهِۦ ثَمَنًۭا قَلِيلًا ۙ أُو۟لَـٰٓئِكَ مَا يَأْكُلُونَ فِى بُطُونِهِمْ إِلَّا ٱلنَّارَ وَلَا يُكَلِّمُهُمُ ٱللَّهُ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ وَلَا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿١٧٤﴾

بېشکه هغه کسان چې پټه وي هغه څه چې الله تعالی رالیږلي چې هغه کتابونه دي او پټوي هغه څه چې دی کتابونو کې دي چې هغه حق دې او دمحمد صلی الله علیه وسلم دپیغمبرۍ دلیلونه دي، لکه یهودو او نصارو چې کول، او په دي پټولو سره دوي ددنیا لږه بدله اخلي چې یا مشری وي یا مرتبه وي او یا مال وي؛ دغه کسان نه اچوي په خپلو خیټو کې مګر هغه څه چې ددوې لپاره به په اور کې دسزا ورکولو سبب شي، او الله تعالی به دقیامت په ورځ ددوئ سره دخوښی خبری ونه کړي، بلکه ددوۍ دخفګان خبري به ورسره وکړي، او نه به دوۍ دګناهونو او دکفر نه پاک کړي او نه به ددوۍ ستاینه وکړي، او ددوۍ لپاره به دردناک عذاب وي

أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ ٱشْتَرَوُا۟ ٱلضَّلَـٰلَةَ بِٱلْهُدَىٰ وَٱلْعَذَابَ بِٱلْمَغْفِرَةِ ۚ فَمَآ أَصْبَرَهُمْ عَلَى ٱلنَّارِ ﴿١٧٥﴾

دغه کسان چې دعلم په پټولو موصوف شوي دي هغه علم چې خلک ورته ضرورت لري، دوی دهدایت په بدل کې ګمراهي واخیستله هر کله چې دوی دحق علم پټ کړ او دالله تعالی مغفرت یې په عذاب بدل کړ، نو بس څومره صبر کوونکي دي دا کفار په هغه څه باندې چې ددوب لپاره اور ته دداخلیدو سبب ګرځي، ګویا دوی په هغه عذاب هیڅ پروا نه کوي ځکه چې په خپل کفر باندې صبر کوي

ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ نَزَّلَ ٱلْكِتَـٰبَ بِٱلْحَقِّ ۗ وَإِنَّ ٱلَّذِينَ ٱخْتَلَفُوا۟ فِى ٱلْكِتَـٰبِ لَفِى شِقَاقٍۭ بَعِيدٍۢ ﴿١٧٦﴾

دعلم او هدایت دپټولو دا سزا ځکه ده چې الله تعالی آسمانی کتابونه په حق سره نازل کړي دي او دا نازلیدل دالله له طرفه دا تقاضا کوي چې دا کتابونه خلکو ته بیان شي او پټ نه شي او هغه کسان چې په آسماني کتابونو کې یې اختلاف کړی دی، پر ځینو یې ایمان راوړی او بعضی نور یې پټ کړي دي خامخا دحق نه لرې دي. مخ ۲۸ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

۞ لَّيْسَ ٱلْبِرَّ أَن تُوَلُّوا۟ وُجُوهَكُمْ قِبَلَ ٱلْمَشْرِقِ وَٱلْمَغْرِبِ وَلَـٰكِنَّ ٱلْبِرَّ مَنْ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ وَٱلْمَلَـٰٓئِكَةِ وَٱلْكِتَـٰبِ وَٱلنَّبِيِّـۧنَ وَءَاتَى ٱلْمَالَ عَلَىٰ حُبِّهِۦ ذَوِى ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْيَتَـٰمَىٰ وَٱلْمَسَـٰكِينَ وَٱبْنَ ٱلسَّبِيلِ وَٱلسَّآئِلِينَ وَفِى ٱلرِّقَابِ وَأَقَامَ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتَى ٱلزَّكَوٰةَ وَٱلْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَـٰهَدُوا۟ ۖ وَٱلصَّـٰبِرِينَ فِى ٱلْبَأْسَآءِ وَٱلضَّرَّآءِ وَحِينَ ٱلْبَأْسِ ۗ أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ صَدَقُوا۟ ۖ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُتَّقُونَ ﴿١٧٧﴾

ى ى و یوازې مشرق یا مغرب طرف ته په لمانځه کې مخ ګرځول او په دې کې اختلاف کول الله تعالی ته محبوبه نیکي نه ده، بلکې خیر ټول په هغه چا کې دی، چې په الله تعالی ایمان راوړي او هغه یوازې دعبادت مستحق وګڼي او په ورځ دقیامت، په ټولو رالېږل شويو کتابونو او پیغمبرانو له توپیر پرته ایمان راوړي او له مال سره دمینی کولو سره سره بیا هم په خپلوانو، یتیمانو، ضرورتمندو خلکو، نااشنا له خپل کلي او خپلوانو څخه لرې مسافرو او حالاتو ځپلو سوال ته محتاج شویو کسانو باندې مصرف کوي او دغلامانو او بندیانو په آزادولو کې مال خرڅ کول او په سمه توګه سره لمونځ کول، او زکات ورکول او هغه کسان چې کله وعدې کوي نو بیا یې پوره کوي او هغه کسان چې په غریبۍ، تنګ دستۍ او ناروغۍ باندې صبر کوي او دجګړې (جهاد) دسختوالي پر مهال میدان نه پرېږدي، دغه کسان چې ددغو صفتونو څښتنان دي، دا هغه کسان دي چې په خپل ایمان او عملونو کې ریښتیني دي او همدوی هغه ځانګړي متقیان دي چې دالله تعالی ټول اوامر یې پرځای کړي او له ټولو منهیاتو څخه یې ځان ساتلی دی

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ كُتِبَ عَلَيْكُمُ ٱلْقِصَاصُ فِى ٱلْقَتْلَى ۖ ٱلْحُرُّ بِٱلْحُرِّ وَٱلْعَبْدُ بِٱلْعَبْدِ وَٱلْأُنثَىٰ بِٱلْأُنثَىٰ ۚ فَمَنْ عُفِىَ لَهُۥ مِنْ أَخِيهِ شَىْءٌۭ فَٱتِّبَاعٌۢ بِٱلْمَعْرُوفِ وَأَدَآءٌ إِلَيْهِ بِإِحْسَـٰنٍۢ ۗ ذَٰلِكَ تَخْفِيفٌۭ مِّن رَّبِّكُمْ وَرَحْمَةٌۭ ۗ فَمَنِ ٱعْتَدَىٰ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَلَهُۥ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ ﴿١٧٨﴾

ى ذلك فله عذاب أليم اې هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی دی او دهغه دپیغمبر تابعداري مو کړې ده، فرض کړل شوی دی پر تاسو باندې دهغه چا په باره کې چی بې ګناه قصدا په ظلم سره نور څوک ووژني، سزا ورکول قاتل ته دهغه له جنایت سره سم، او هغه داسې چې آزاد انسان به په آزاد وژل کېږي، غلام به په غلام، او ښځه به د ښځې په بدل کې وژل کېږی، خو که چېرې مقتول له خپل مرګ څخه مخکې بښنه کړې وه او یا دمقتول ولي (نږدې خپل) ددیت -د مال یوه اندازه ده چې قاتل یې دبښنې مقابل کې ورکوي- په اخیستلو سره بښنه وکړي، نو پس چاچې کله بښنه وکړه نو له قاتل څخه دې له احسان او تکلیف رسولو پرته دیت وغواړي او قاتل باید په آسانۍ له وروستوالي پرته دیت ورکړي او دا بښنه او ددیت اخیستل پر تاسو باندې دالله تعالی له طرفه آسانتیا ده او په دې امت دالله تعالی رحمت دی، نو پس چاچې له بښنې او ددیت له قبلولو وروسته په قاتل تېری وکړ؛ نو دهغه له پاره دالله تعالی له لوري دردناک عذاب دی

وَلَكُمْ فِى ٱلْقِصَاصِ حَيَوٰةٌۭ يَـٰٓأُو۟لِى ٱلْأَلْبَـٰبِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴿١٧٩﴾

الله تعالی چې ستاسو له پاره کوم قصاص روا کړی دی په دې کې ستاسو لپاره ژوند دی؛ ځکه چې په دې سره ستاسی وینی ساتل کېږي او په دې سره خپل مینځي دښمني له مینځه ځي، دا خبره هغه څوک درک کولی شي چې سالم عقل لري، له الله تعالی څخه وېرېږي، دهغه شرعې ته غاړه ږدي او په اوامرو یې عمل کوي

كُتِبَ عَلَيْكُمْ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ ٱلْمَوْتُ إِن تَرَكَ خَيْرًا ٱلْوَصِيَّةُ لِلْوَٰلِدَيْنِ وَٱلْأَقْرَبِينَ بِٱلْمَعْرُوفِ ۖ حَقًّا عَلَى ٱلْمُتَّقِينَ ﴿١٨٠﴾

فرض کړای شوی دی پر تاسی باندې کله چی ستاسی نه یو کس ته مرګ او یا دمرګ اسباب راشي، که چېرې یې ډېر مال پريښی وي، نو باید مور، پلار او خپلوانو ته له شرعې سره سم وصیت وکړي چې له درېیمې برخې نه به زیات نه وي او وصیت کول پر متقیانو باندې دالله تعالی لا زمی حکم دی. خو دا حکم دمیراث د آیاتونو له نزول څخه مخکې ؤ، خو کله چې دمیراث آیاتونه نازل شول، دا پکې روښانه شوه چې له مړي څخه څوک او څومره دمیراث برخه وړلی شي

فَمَنۢ بَدَّلَهُۥ بَعْدَ مَا سَمِعَهُۥ فَإِنَّمَآ إِثْمُهُۥ عَلَى ٱلَّذِينَ يُبَدِّلُونَهُۥٓ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌۭ ﴿١٨١﴾

نو پس چا چې په دې وصیت کې بدلون راوست، چې یا یې پکې زیاتی وکړ، یا کمښت او یا یې بالکل منعه کړ، وروسته له دې چې پرې خبر شو؛ نو ددې بدلولو ګناه په هغه چا ده چې دا کار یې وکړ، وصیت کوونکی پکې ګناه کار نه دی، بېشکه الله تعالی دخپلو بندګانو دخبرو اوریدونکی دی، دهغوی په کارونو خبر دی، دهغوی له حالاتو څخه هیڅ شی هم (ترېنه پټ نه شي) پاتې کېدلی. مخ ۲۹ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

فَمَنْ خَافَ مِن مُّوصٍۢ جَنَفًا أَوْ إِثْمًۭا فَأَصْلَحَ بَيْنَهُمْ فَلَآ إِثْمَ عَلَيْهِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿١٨٢﴾

نو څوک چې له وصیت کوونکي نه په وصیت کې دحق څخه په کوږوالی پوهه شو او یا په وصیت کې په ظلم باندې پوهه شو؛ نو په خپل نصیحت سره یې دغه فساد او کوږوالی برابر کړ او په وصیت یې دخلکو اختلاف ختم کړ، نو پر ده هیڅ ګناه نشته، بلکې هغه ته به په دې اصلاح او برابروالی ثواب او اجر ورکول کېږي، بېشکه الله تعالی دهغو بنده ګانو بښونکی دی چې الله ته توبه وباسي او پر هغوی رحم کوونکی دی

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ كُتِبَ عَلَيْكُمُ ٱلصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴿١٨٣﴾

اې هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او دهغه دپیغمبر تابعداري مو کړې، پر تاسو روژه فرض شوې لکه څنګه چې ستاسو نه مخکي امتونو باندې فرض شوې وه؛ ددې لپاره چې له الله تعالی څخه ووېرېږئ، داسې چې دخپلو نفسونو او دالله تعالی دعذاب تر منځ په نېکو کړنو سره دخلاصون لا ره پرېږدئ او تر ټولو غټه نیکي روژه نیول دي

أَيَّامًۭا مَّعْدُودَٰتٍۢ ۚ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍۢ فَعِدَّةٌۭ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ ۚ وَعَلَى ٱلَّذِينَ يُطِيقُونَهُۥ فِدْيَةٌۭ طَعَامُ مِسْكِينٍۢ ۖ فَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًۭا فَهُوَ خَيْرٌۭ لَّهُۥ ۚ وَأَن تَصُومُوا۟ خَيْرٌۭ لَّكُمْ ۖ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿١٨٤﴾

فرض کړل شوې روژه پر تاسو دا ده چې له کال څخه لږې ورځې روژه ونیسئ، څوک چې له تاسو څخه داسې ناروغ وي چې روژه ورته سخته وي او يا مسافر وي؛ نو دهغه لپاره روا ده چې روژه ونه نيسي، بيا څومره ورځې يې چې نده نيولې دهغو قضايي راوګرځوي، او څوک چې دروژې نيولو توان لري، خو ويې نه نيوله پر هغه فديه لا زمه ده چې دهرې نه نيول شوې ورځې په بدل کې به بېوزله ته ډوډۍ ورکوي، خو که تر يو زیات بېوزله ته ډوډۍ ورکړي او يا له روژې سربېره فديه ورکړي دا ورته غوره ده، ستاسو روژه نيول ستاسو لپاره تر خوړولو او فديه ورکولو غوره دي که تاسو پر هغه غوراوي پوه شئ چې په روژه نيولو کې دی، دا حکم دروژې دلومړي مشروعيت په زمانه کې و، نو دچا چې خوښه وه روژه به يې نيوله او که به يې خوښه وه نه به يې نيوله او بېوزله ته به يې ډوډۍ ورکوله، بيا الله له دغه وروسته روژه واجب کړه او پر هر بالغ توان لرونکي يې فرض کړه

شَهْرُ رَمَضَانَ ٱلَّذِىٓ أُنزِلَ فِيهِ ٱلْقُرْءَانُ هُدًۭى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَـٰتٍۢ مِّنَ ٱلْهُدَىٰ وَٱلْفُرْقَانِ ۚ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ ٱلشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ ۖ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍۢ فَعِدَّةٌۭ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ ۗ يُرِيدُ ٱللَّهُ بِكُمُ ٱلْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ ٱلْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُوا۟ ٱلْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُوا۟ ٱللَّهَ عَلَىٰ مَا هَدَىٰكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿١٨٥﴾

ى ه ى رمضان هغه میاشت ده چې په هغې کې دلیلة القدر (د قدر په شپه) په رسول الله صلی الله علیه وسلم دقرآن نزول پیل شو، الله تعالی هغه دخلکو دهدایت له پاره رالېږی دی، په دې (قرآن) کې دهدایت ښکاره دلیلونه دي او دحق او باطل جلا کوونکی دی، نو په چا چې درمضان میاشت را دبره شي او هغه مقیم (په کور کې) او روغ وي، نو پر هغه واجب ده چې روژه ونیسي، او څوک چې ناروغ او یا مسافر وي او روژه نیول ورته ګران وي؛ نو هغه ته روژه ماتول جایز دي، نو که روژه یې وخوړه نو بیا پرې فرض ده چې دهغو ورځو قضايي راوړي کومې یې چې خوړلې دي. الله تعالی په دې سره غواړی چې په تاسو اسانتیا وکړي، سختي درباندې ونه کړي او ددې له پاره چې دروژې دمیاشتې شمار پوره کړئ، دروژې میاشتې دختمیدلو نه وروسته داختر په ورځ دالله تعالی لویي بیان کړئ، چې تاسو ته یې د روژې نیولو توفیق درکړ او دروژی نیولو په پوره کولو کې یې ستاسو مرسته وکړه او ددې له پاره چې تاسو دالله تعالی شکر ادا کړئ، چې تاسو ته یې دا دین درښودلی او ستاسو لپاره یې غوره کړی

وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِى عَنِّى فَإِنِّى قَرِيبٌ ۖ أُجِيبُ دَعْوَةَ ٱلدَّاعِ إِذَا دَعَانِ ۖ فَلْيَسْتَجِيبُوا۟ لِى وَلْيُؤْمِنُوا۟ بِى لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ ﴿١٨٦﴾

يرشدون -اې پیغمبره- کله چې زما بنده ګان له تا څخه زما دنږدې والي او دعا قبلولو په هکله پوښتنه وکړي، نو زه هغوی ته نږدې یم، دهغوی په حالاتو خبر او دهغوی دعاګانو اورېدونکی یم، نو هغوی نو هغوی واسطو ته اړتیا نه لري او نه دآواز اوچتولو ته ضرورت لري، زه دهغه دعاګو انسان دعا اورم چې په اخلاص سره له ما څخه دعا وغواړي، نو دوی دې هم زما اوامرو ته غاړه کېږدي او په خپلو ایمانونو دې ټینګ شي؛ ځکه چې همدغه ددوی ددعا دقبلېدو غوره وسیله ده، کېدای شي چې دوی په دې سره په خپلو دیني او دنیوي کارونو کې سمه لا ره غوره کړي. مخ ۳۰ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ ٱلصِّيَامِ ٱلرَّفَثُ إِلَىٰ نِسَآئِكُمْ ۚ هُنَّ لِبَاسٌۭ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌۭ لَّهُنَّ ۗ عَلِمَ ٱللَّهُ أَنَّكُمْ كُنتُمْ تَخْتَانُونَ أَنفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ وَعَفَا عَنكُمْ ۖ فَٱلْـَٔـٰنَ بَـٰشِرُوهُنَّ وَٱبْتَغُوا۟ مَا كَتَبَ ٱللَّهُ لَكُمْ ۚ وَكُلُوا۟ وَٱشْرَبُوا۟ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَكُمُ ٱلْخَيْطُ ٱلْأَبْيَضُ مِنَ ٱلْخَيْطِ ٱلْأَسْوَدِ مِنَ ٱلْفَجْرِ ۖ ثُمَّ أَتِمُّوا۟ ٱلصِّيَامَ إِلَى ٱلَّيْلِ ۚ وَلَا تُبَـٰشِرُوهُنَّ وَأَنتُمْ عَـٰكِفُونَ فِى ٱلْمَسَـٰجِدِ ۗ تِلْكَ حُدُودُ ٱللَّهِ فَلَا تَقْرَبُوهَا ۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ ءَايَـٰتِهِۦ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ ﴿١٨٧﴾

ى ه داسلام په اول وخت کی دا حکم ؤچې سړی به دروژې په شپه کې ویده شو او بیا به له سهار نه مخکي راويښ شو، نو په هغه باندی به خوراک کول او له خپلي ښځی سره کوروالی (جماع) کول حرام وو، نو بیا الله تعالی دا حکم منسوخ کړ او -اې مومنانو!- ستاسو لپاره یې له خپلو مېرمنو سره جماع کول جایز کړل، نو هغوی ستاسو لپاره پرده او عفت دي او تاسو دهغوی لپاره پرده او عفت یئ، تاسو له یو بل څخه نه شئ مستغني کېدلی (یو بل ته محتاج یئ)، الله تعالی ښه پوهېږي چې تاسو به له خپلو ځانونو سره خیانت کاوه دهغه څه په کولو سره چې تاسو ترې الله تعالی منعه کړي وئ، پس الله تعالی پر تاسو مهرباني وکړه او ستاسو توبه یې قبوله کړه او په تاسو یې آسانتیا راوستله، نو تاسو اوس له خپلو ښځو سره جماع وکړئ او په دې سره له الله تعالی څخه نیک اولاد وغواړئ او په ټوله شپه کې خوراک څښاک وکړئ، تر دې چې تاسو ته دصبح صادق راختل ښکاره شي په سپینوالي دسهار او په جداوالي دشپې له توروالي څخه، بیا خپله روژه پوره کړئ او ځانونه له ټولو روژه ماتوونکو شیانو څخه دسهار له راختلو دلمر تر پرېوتلو پورې وساتئ او او کله چې په جوماتونو کې په اعتکاف کې یئ، نو له خپلو مېرمنو سره مه یوځای کېږئ (جماع مه ورسره کوئ)؛ ځکه چې دا کار اعتکاف باطلوئ. دا کوم احکام چې ذکر شول دا دالله تعالی دحلالو او حرامو تر مڼځ پولې دي، نو تاسو هیڅکله دې ته مه نږدې کېږئ؛ ځکه څوک چې دالله تعالی پولو ته نږدې شي کیدای شي په حرامو کې ولوېږي او په دې شکل په واضح او ښکاره بیان الله تعالی خپل آیتونه (حکمونه) بیانوي، کېدای شي چې دا خلک له الله تعالی څخه ووېرېږي او هغه کارونه تر سره کړي چې الله پرې امر کړی او هغه څه پرېږدي چې ترې منعه شوي دي

وَلَا تَأْكُلُوٓا۟ أَمْوَٰلَكُم بَيْنَكُم بِٱلْبَـٰطِلِ وَتُدْلُوا۟ بِهَآ إِلَى ٱلْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا۟ فَرِيقًۭا مِّنْ أَمْوَٰلِ ٱلنَّاسِ بِٱلْإِثْمِ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿١٨٨﴾

او تاسو دیو بل مالونه په ناروا سره مه خورئ، لکه غلا، په زور او په دوکې سره تر لا سه کول او تاسو په دې اړه خپلمنځي لا نجې حاکمانو ته مه رسوئ، ددې لپاره چې دبل چا مال پرې په ګناه سره واخلئ او تاسو پوهېږئ چې الله تعالی دا حرام کړي دي، ځکه چې له پوهې سره سره بیا هم ګناه کول ډیر بد دی او لویه سزا لري

۞ يَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلْأَهِلَّةِ ۖ قُلْ هِىَ مَوَٰقِيتُ لِلنَّاسِ وَٱلْحَجِّ ۗ وَلَيْسَ ٱلْبِرُّ بِأَن تَأْتُوا۟ ٱلْبُيُوتَ مِن ظُهُورِهَا وَلَـٰكِنَّ ٱلْبِرَّ مَنِ ٱتَّقَىٰ ۗ وَأْتُوا۟ ٱلْبُيُوتَ مِنْ أَبْوَٰبِهَا ۚ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿١٨٩﴾

ى له تا څخه پوښتنه کوي -اې پیغمبره!- دسپوږمۍ دپوره کېدو او دهغې دحالاتو دبدلېدو باره کې، ته دوی ته ددې دحکمت په اړه ځواب ورکړه: چې دا دخلکو لپاره ټاکلي وختونه دي، په دې سره دخپلو عباداتو وختونه معلوموي؛ لکه دحج میاشتې، دروژې میاشت، دزکات لپاره دکال پوره کېدل او په دې سره دخپلو معاملاتو (کارونو) وختونه معلوموي، لکه ددیتونو او خپلو قرضونو نېټې او نېکي او غوره والی دا نه دي چې تاسو کورونو ته دشا له لوري راشئ، کله چې تاسو دحج او عمري قصد وکړئ -لکه څنګه چې تاسې دجاهلیت پرمهال ګمان درلود- بلکې رښتینې نېکي دا ده چې څوک له الله تعالی څخه په پټه او ښکاره ووېرېږي او ستاسو راتګ کورونو ته ددروازو له لوري ستاسو لپاره ډیر آسان دی او تکلیف هم پکې نشته؛ ځکه چې الله تعالی تاسو په هغه څه نه یئ مکلف کړي چې په هغه کې تاسو ته مشقت او تکلیف وي او تاسو دخپلو ځانونو او دالله تعالی دعذاب تر منځ په نېکو کړنو سره دژغورنې (بچاو) یوه ذریعه جوړه کړئ، ددې لپاره چې تاسو په هغه څه بریالي شئ چې تاسو یې غواړئ او له هغه څه وژغورل شئ چې تاسو ترې وېره لرئ

وَقَـٰتِلُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ٱلَّذِينَ يُقَـٰتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوٓا۟ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ ٱلْمُعْتَدِينَ ﴿١٩٠﴾

او تاسو جګړه وکړئ -د الله تعالی دکلمې داوچتوالی لپاره- له هغو کافرانو سره چې تاسې دالله تعالی له دین څخه منع کوي او تاسو دالله تعالی دپولو نه مه اوړئ، چی ماشومان، ښځې او سپینږیري ووژنئ او یا مړي مثله کړئ (له مرګ نه وروسته دهغوی اندامونه غوڅ کړئ) او یا داسی بل مخالفت وکړئ، بېشکه الله تعالی له خپلې شرعې او حکمونو څخه تېرېدونکي کسان نه خوښوي. مخ ۳۱ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَٱقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ ۚ وَٱلْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ ٱلْقَتْلِ ۚ وَلَا تُقَـٰتِلُوهُمْ عِندَ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ حَتَّىٰ يُقَـٰتِلُوكُمْ فِيهِ ۖ فَإِن قَـٰتَلُوكُمْ فَٱقْتُلُوهُمْ ۗ كَذَٰلِكَ جَزَآءُ ٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿١٩١﴾

ى دوی ووژنئ چېرته مو چې پیدا کړل او دوی له هغه ځایه وباسئ چې تاسو یې ترې اېستلي یئ، چې هغه مکه مکرمه ده، او فتنه داده چې مومن له خپل دین نه منعه شي او بېرته کفر ته وګرځول شي چې دا له وژلو څخه هم لویه ده. نو تاسو له دوی سره دمسجد الحرام تر څنګ دهغه دتعظیم په خاطر جګړه مه پیلوئ، تر هغو چې دوی نه وي پیل کړي، نو که چېرې هغوی په مسجد الحرام کې درسره جګړه پیل کړه، نو تاسې هم ورسره جګړه وکړئ او دا رنګه جزا -په مسجد الحرام کې دهغوی وژل کله چې تېری وکړي- دکافرانو جزا وي

فَإِنِ ٱنتَهَوْا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿١٩٢﴾

نو که چېرې هغوی تاسو سره له جګړې او له خپل کفر څخه بند شول، نو تاسې هم له هغوی سره جګړه مه کوئ، نو بېشکه الله تعالی هغه چاته بښنه کوي چې توبه وباسي، پر پخوانیو ګناهونو یې نه رانیسي، پر هغوی مهربانه دی او په بېړه (عجله) جزا هم نه ورکوي

وَقَـٰتِلُوهُمْ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌۭ وَيَكُونَ ٱلدِّينُ لِلَّهِ ۖ فَإِنِ ٱنتَهَوْا۟ فَلَا عُدْوَٰنَ إِلَّا عَلَى ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿١٩٣﴾

او تاسو له کافرانو سره جنګ وکړئ تر دې پورې چې په دوی کې شرک پاتې نه شي او نه دخلکو بندول دالله له لا ری څخه او نه کفر (پاتې شي) او یوازې دالله تعالی دین ښکاره (غالب) شي، نو که چېرې دوی له خپل کفر او له دین څخه دخلکو له منع کولولا س واخلي، نو بیا له دوی سره جګړه پرېږدئ، ځکه چې پرته له ظالمانو، چې کفر کوي او خلک دالله تعالی له لا رې بندوي، پر بل چا تېری نه شته

ٱلشَّهْرُ ٱلْحَرَامُ بِٱلشَّهْرِ ٱلْحَرَامِ وَٱلْحُرُمَـٰتُ قِصَاصٌۭ ۚ فَمَنِ ٱعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ فَٱعْتَدُوا۟ عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا ٱعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ ۚ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلْمُتَّقِينَ ﴿١٩٤﴾

هغه عزتمنده میاشت چې الله تعالی پکې تاسو ته په اوم کال دهجرت دحرم دداخلیدو او دعمرې کولو توفیق درکړ، دا دهغې عزتمندې میاشتې بدل ؤچې تاسو پکې مشرکانو په شپږم کال له حرم څخه منع کړي وئ او هغه دعزت والا شیان -لکه حرمت دمکې مکرمې او حرمت دعزتمندو میاشتو او حرمت داحرام- په دې کې به هم دزیاتی کوونکو څخه قصاص او بدله اخیستل کېږي، نو چا چې پر تاسو په دغو عزتمندو وختونو او ځایونو کې تېری وکړ نو تاسو ورسره هماغه څېر کړنه وکړئ او له هغه نه ورسره زیاتی مه کوئ، بېشکه الله تعالی له خپلو پولو څخه تېري کوونکي نه خوښوي او له الله تعالی څخه ووېرېږئ، کله چې تاسو دالله تعالی له پولو څخه تېری کوئ او پوهه شئ چې الله تعالی متقیانو ته توفیق ورکوئ او دهغوئ مرسته کوي

وَأَنفِقُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَلَا تُلْقُوا۟ بِأَيْدِيكُمْ إِلَى ٱلتَّهْلُكَةِ ۛ وَأَحْسِنُوٓا۟ ۛ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلْمُحْسِنِينَ ﴿١٩٥﴾

او تاسو خپل مال دالله تعالی په اطاعت کې لکه جهاد او نورو ځایونو کې مصرف کړئ او تاسو خپل ځانونه پخپله هلاکت ته مه غورځوئ، داسې چې تاسې جهاد او دالله تعالی په لا ره کې خرچه کول پرېږدئ، یا دا چې تاسو خپل ځانونه هغه څه ته وغورځوئ چې هغه ستاسو دهلاکت سبب وي او په غوره توګه خپل عبادتونه تر سره کوئ او په معاملاتو او اخلاقو کې هم ښه رویه کوئ، ېیشکه الله تعالی په هر شي کې ښه رویه کوونکی خوښوي، نو ډیر ثوابونه هم ورکوي او دسمې لا رې توفیق هم ورکوي. مخ ۳۲ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَأَتِمُّوا۟ ٱلْحَجَّ وَٱلْعُمْرَةَ لِلَّهِ ۚ فَإِنْ أُحْصِرْتُمْ فَمَا ٱسْتَيْسَرَ مِنَ ٱلْهَدْىِ ۖ وَلَا تَحْلِقُوا۟ رُءُوسَكُمْ حَتَّىٰ يَبْلُغَ ٱلْهَدْىُ مَحِلَّهُۥ ۚ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ بِهِۦٓ أَذًۭى مِّن رَّأْسِهِۦ فَفِدْيَةٌۭ مِّن صِيَامٍ أَوْ صَدَقَةٍ أَوْ نُسُكٍۢ ۚ فَإِذَآ أَمِنتُمْ فَمَن تَمَتَّعَ بِٱلْعُمْرَةِ إِلَى ٱلْحَجِّ فَمَا ٱسْتَيْسَرَ مِنَ ٱلْهَدْىِ ۚ فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلَـٰثَةِ أَيَّامٍۢ فِى ٱلْحَجِّ وَسَبْعَةٍ إِذَا رَجَعْتُمْ ۗ تِلْكَ عَشَرَةٌۭ كَامِلَةٌۭ ۗ ذَٰلِكَ لِمَن لَّمْ يَكُنْ أَهْلُهُۥ حَاضِرِى ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ ۚ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ ﴿١٩٦﴾

او دالله تعالی دخوښۍ په موخه بشپړ حج او عمره وکړئ، که دناروغۍ، دښمن يا دېته ورته دڅه له امله دهغو دواړو له بشپړولو څخه راوګرځول شوئ؛ نو پر تاسو له احرامه دحلالېدو لپاره له اوښ، غوا او پسه څخه چې هرڅه درسره وي دهغو ذبح کول دي، تر هغو مو سرونه مه خرېیئ او يا يې مه کموئ، تر څو هدي خپل هغه ځای ته نه وي رسېدلې چې هلته يې ذبح کېدل روا وي، که له حرم څخه منع کړل شوې وه، بيا دې هغه ځای کې ذبحه کړي چېرې چې منع کړل شوې ده، او که منع کړل شوې نه وه؛ نو داختر په ورځ او له هغې وروسته دتشريق په ورځو کې دې په حرم کې ذبحه کړي، که له تاسو څوک ناروغ و، يا يې دسر په وېښتانو کې کومه ستونزه وه لکه سپږې او داسې نور چې له امله يې سر وخرېيلو؛ نو پر هغه کومه ګناه نشته او يوازې له هغه کاره دې يا په دريو ورځو روژه نيولو او يا شپږو بېوزلو ته په ډوډۍ ورکولو او يا دپسه په ذبحه کولو او دحرم پر بېوزلو يې په وېشلو سره فديه ورکړي، که تاسې په وېره کې نه واست؛ نو څوک چې له تاسې دحج په مياشتو کې دعمرې په اداکولو سره ګټه پورته کوي او داحرام له منع کړل شوو شيانو يې په همدغه کال کې دحج داحرام تر تړلو پورې ګټه پورته کړه؛ نو هغه دې يا پسه حلال کړي او يا دې په اوښ يا غوا په اوومه ورشريک شي، که دهدي توان يې نه لرلو، نو بيا درې ورځې دحج په ورځو کې او اووه ورځې خپل کور ته تر راګرځېدلو وروسته دهغې په بدل کې روژه ونيسي، تر څو بشپړې لس ورځې شي، دغه ګټه پورته کول دهدي له وجوب سره يا روژه نيول له هدي څخه دعاجز لپاره دغير اهل حرم لپاره دي، څوک چې له حرم سره نېږدې اوسيږي؛ نو هغه دې له الله څخه داصلي روا کړل شوي حکم په پلي کولو سره او دهغه دپولو په درناوي سره ووېريږي، او پوه شئ چې الله سخت سزا ورکوونکی دی هغه چا لره چې له امره يې سرغړونه کوي

ٱلْحَجُّ أَشْهُرٌۭ مَّعْلُومَـٰتٌۭ ۚ فَمَن فَرَضَ فِيهِنَّ ٱلْحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوقَ وَلَا جِدَالَ فِى ٱلْحَجِّ ۗ وَمَا تَفْعَلُوا۟ مِنْ خَيْرٍۢ يَعْلَمْهُ ٱللَّهُ ۗ وَتَزَوَّدُوا۟ فَإِنَّ خَيْرَ ٱلزَّادِ ٱلتَّقْوَىٰ ۚ وَٱتَّقُونِ يَـٰٓأُو۟لِى ٱلْأَلْبَـٰبِ ﴿١٩٧﴾

ى دحج وخت معلومې میاشیتې دي، چې دشوال له میاشتې پیل کېږي او دذی الحجې میاشتې په لسمه ختمېږي، نو چاچې په دې میاشتو کې پر ځان حج فرض کړ او دحج قصد یې وکړ؛ په ده باندې له خپلې ښځې سره کوروالی (جماع) کول او هغه څه چې ددې سبب کېږي حرام دي او په ده باندې دا لا زم دي چې په ګناه کولو سره دالله تعالی له تابعدارۍ څخه ونه وځي؛ دوخت او ځای داحترام او عظمت له وجې نه، او په ده باندې جنګ جګړی هم حرامې دي هغه چې دغصې اولا نجو سبب ګرځي، او تاسو چې کومه ښېګڼه هم کوئ، الله تعالی پرې پوهېږي، نو دهغه بدل به درکوي. او تاسو دحج دادا کولو لپاره له ځان سره دخپل حاجت مطابق خواړه او ځښاک واخلئ او پوهه شئ هغه غوره شی چې تاسو په خپلو ټولو چارو کې مرسته پرې تر لا سه کولای شئ، هغه دالله تعالی تقوا ده، پس له ما (الله) څخه ووېرېږئ، زما دحکمونو په عملي کولو سره او زما له نواهیو څخه ځان وساتئ، اې دسالم عقل څښتنانو

لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَبْتَغُوا۟ فَضْلًۭا مِّن رَّبِّكُمْ ۚ فَإِذَآ أَفَضْتُم مِّنْ عَرَفَـٰتٍۢ فَٱذْكُرُوا۟ ٱللَّهَ عِندَ ٱلْمَشْعَرِ ٱلْحَرَامِ ۖ وَٱذْكُرُوهُ كَمَا هَدَىٰكُمْ وَإِن كُنتُم مِّن قَبْلِهِۦ لَمِنَ ٱلضَّآلِّينَ ﴿١٩٨﴾

پر تاسی هیڅ ګناه نشته چې دحج پر مهال تجارت وکړئ دحلال رزق دحاصلولو لپاره، نو کله چې تاسو دذې الحجې په نهمه په عرفات کې له اودرېدلو وروسته د ذې لحجې په لسمه شپه دمزدلفې پر لوري لاړشئ، نو الله تعالی په سبحان الله، لا اله الا الله او دعا سره په مزدلفه کې له مشعر الحرام سره یاد کړئ او دالله تعالی ذکر وکړئ، ددې له پاره تاسو ته یې دخپل دین شعایر اولا رې چارې در ښودلي دي او دخپل کور دحج کولو طریقه درښودلې ده، په داسې حال کې چې له دې وړاندې دهغه (الله) له شریعته ناخبره وئ

ثُمَّ أَفِيضُوا۟ مِنْ حَيْثُ أَفَاضَ ٱلنَّاسُ وَٱسْتَغْفِرُوا۟ ٱللَّهَ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿١٩٩﴾

بیا تاسو له عرفات څخه لاړ شئ، لکه څنګه به چې دابراهیم علیه السلام تابعداران تلل، داسې نه لکه چې دجاهلیت خلکو به کول چې هلته به نه اودرېدل او له الله تعالی څخه بښنه وغواړئ، دهغې کمي چې له تاسو څخه په شرعي عباداتو کې شوې ده، بېشکه الله تعالی دهغو بنده ګانو توبه قبلوي چې الله تعالی ته توبه وباسي، پر هغوی رحم کوونکی دی. مخ ۳۳ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

فَإِذَا قَضَيْتُم مَّنَـٰسِكَكُمْ فَٱذْكُرُوا۟ ٱللَّهَ كَذِكْرِكُمْ ءَابَآءَكُمْ أَوْ أَشَدَّ ذِكْرًۭا ۗ فَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَقُولُ رَبَّنَآ ءَاتِنَا فِى ٱلدُّنْيَا وَمَا لَهُۥ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ مِنْ خَلَـٰقٍۢ ﴿٢٠٠﴾

نو کله مو چې دحج کړنې تر سره کړې او له هغو څخه فارغ شوئ، نو دالله ذکر وکړئ او دهغه ډېره ستاینه وکړئ، لکه څنګه به مو چې پر خپلو پلرونه ویاړل او دهغوی ستاینه به مو کوله، بلکې دهغوی له ستاینې هم دالله زیاته ستاینه وکړئ، ځکه چې ټول هغه نعمتونه چې تاسې ترېنه ګټه پورته کوئ، هغه دالله تعالی له لوري دي. او خلک (یو تر بله) مختلف دي، ځنې له هغوی نه هغه کافر او مشرک دی، چې یوازې ددې نړۍ پر ژوند ایمان لري، نو له الله تعالی څخه یوازې د(دې) دنیا نعمتونه او ښکلا، لکه: صحت، مال او اولاد غواړي، نو ددوی په هغو نعمتونو کې څه برخه نه شته چې الله تعالی خپلو مومنو بنده ګانو ته په آخرت کې تیار کړي دي، ځکه چې دوی له دنیا سره مینه لري او له آخرت یې مخ اړولی دی

وَمِنْهُم مَّن يَقُولُ رَبَّنَآ ءَاتِنَا فِى ٱلدُّنْيَا حَسَنَةًۭ وَفِى ٱلْـَٔاخِرَةِ حَسَنَةًۭ وَقِنَا عَذَابَ ٱلنَّارِ ﴿٢٠١﴾

او یوه ډله له خلکو څخه پر الله تعالی او آخرت ایمان لري، نو له الله تعالی څخه ددنیا نعمتونه هم غواړي او په دنیا کې دنیک عمل کولو توفیق هم غواړي، همدا رنګه له الله تعالی څخه په جنت سره بریالیتوب او له جهنم څخه سلامتیا (ژغورنه) غواړي

أُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمْ نَصِيبٌۭ مِّمَّا كَسَبُوا۟ ۚ وَٱللَّهُ سَرِيعُ ٱلْحِسَابِ ﴿٢٠٢﴾

دغه کسان چې له الله تعالی څخه ددنیا او آخرت دخیر غوښتونکي دي، ددوی لپاره دثواب ډېره لویه برخه ده، دهغو نیکو عملونو په وجه چې دوی په دنیا کې کړي دي او الله تعالی ډېر ژر دکړنو (اعمالو) حساب کوونکی دی

۞ وَٱذْكُرُوا۟ ٱللَّهَ فِىٓ أَيَّامٍۢ مَّعْدُودَٰتٍۢ ۚ فَمَن تَعَجَّلَ فِى يَوْمَيْنِ فَلَآ إِثْمَ عَلَيْهِ وَمَن تَأَخَّرَ فَلَآ إِثْمَ عَلَيْهِ ۚ لِمَنِ ٱتَّقَىٰ ۗ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّكُمْ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ﴿٢٠٣﴾

او دالله تعالی ذکر وکړئ په الله اکبر ویلو سره او په لا اله الا الله ویلو سره په هغو لږو ورځو کې؛ چی هغه: یولسم دولسم او دیارلسم دذې الحجې دي، نو پس چا چې بېړه وکړه او له منی څخه دجمراتو دویشتلو نه وروسته په دولسم دذی الحجی ووتو، نو هغه ته دا جایز دي او پر هغه څه ګناه نشته؛ ځکه چې الله تعالی هغه ته دا آسانتیا ورکړې ده او څوک چې دیارلسمي ورځې ته پاتي شو، تر دې چې جمرات وولي، نو هغه ته هم دا جایز دي او په هغه باندې په دې کې څه حرج او ګناه نشته، او هغه په پوره طریقې سره ادا کړ او درسول الله صلی الله علیه وسلم دطریقې تابعداري یې وکړه، دا ټول دهغه چا لپاره دي چې په خپل حج کې له الله تعالی څخه وویریږي او حج داسې وکړي لکه څنګه چې پرې الله تعالی امر کړی دی، او تاسو له الله تعالی څخه ووېرېرئ دهغه دحکمونو په عملی کولو سره او دهغه له نواهیو څخه په ځان ساتلو په وسیله، او باور ولرئ چې تاسو به یوازې الله تعالی ته ورګرځئ، نو پس تاسې ته به ستاسو دعملونو بدله درکوي

وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يُعْجِبُكَ قَوْلُهُۥ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَيُشْهِدُ ٱللَّهَ عَلَىٰ مَا فِى قَلْبِهِۦ وَهُوَ أَلَدُّ ٱلْخِصَامِ ﴿٢٠٤﴾

او ځنې خلک دوه مخي (منافق) وي، په دنیا کې دهغوئ خبری تا په تعجب کې اچوي -اې پیغمبره-، نو ته به هغه وینې چې ډېرې ښې خبرې به کوي، تر دې چې ته به یې رښتینی خیرخواه ګڼي، مګر دهغه قصد او هدف دخپل ځان او مال ساتل وي، او الله تعالی به ګواه کوي -حال دا چې هغه به دروغجن وي- په هغه څه چې دهغه په زړه کې کوم خیر او ایمان دی، او له مسلمانانو سره به سخت جګړه مار او دښمني کوونکی وي

وَإِذَا تَوَلَّىٰ سَعَىٰ فِى ٱلْأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيهَا وَيُهْلِكَ ٱلْحَرْثَ وَٱلنَّسْلَ ۗ وَٱللَّهُ لَا يُحِبُّ ٱلْفَسَادَ ﴿٢٠٥﴾

او کله چې ستا نه وګرځي او لاړ شي، نو بیا په زمکه کې په ګناهونو کولو سره دفساد کوشش کوي، او فصل هم خرابوي، او څاروي هم وژني، او الله تعالی نه په زمکه کې فساد خوښوي او نه هم مفسدین. مخ ۳۴ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَإِذَا قِيلَ لَهُ ٱتَّقِ ٱللَّهَ أَخَذَتْهُ ٱلْعِزَّةُ بِٱلْإِثْمِ ۚ فَحَسْبُهُۥ جَهَنَّمُ ۚ وَلَبِئْسَ ٱلْمِهَادُ ﴿٢٠٦﴾

او کله چې دغه مفسد ته -د خیرخواهۍ په طریقه- وویل شي، چې له الله تعالی نه ووېرېږه، دهغه دپولو په عزت کولو سره او دهغه له نواهیو څخه په ځان ساتلو سره، نو ځان غوښتنه او تکبر هغه حق ته له ګرځېدلو څخه بند کړي، او په ګناهونو کې نور هم ډوب شي، نو هغه سزا (بدله) چې هغه ته بسنه کوي، دجهنم اور ته داخلېدل دي او ډېر بد ځای داوسیدلو دی دهغه ځای داوسېدونکو له پاره

وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَشْرِى نَفْسَهُ ٱبْتِغَآءَ مَرْضَاتِ ٱللَّهِ ۗ وَٱللَّهُ رَءُوفٌۢ بِٱلْعِبَادِ ﴿٢٠٧﴾

او له خلکو نه ځنې مومن وي چې خپل ځان خرڅوي، پس دخپل رب په اطاعت کې یې لږوې، او دخپل رب په لا ره کې جهاد کوي او دهغه رضا حاصلول غواړي او الله تعالی پر خپلو بندګانو بې ساری رحم کوونکی او ډېر مهربانه دی. و

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱدْخُلُوا۟ فِى ٱلسِّلْمِ كَآفَّةًۭ وَلَا تَتَّبِعُوا۟ خُطُوَٰتِ ٱلشَّيْطَـٰنِ ۚ إِنَّهُۥ لَكُمْ عَدُوٌّۭ مُّبِينٌۭ ﴿٢٠٨﴾

ای هغو کسانو چې پر الله تعالی مو ایمان راوړي او دهغه درسول تابعداري مو کړې، په ټول اسلام کې پوره پوره ننوځئ او له هغه څخه هیڅ حکم مه پرېږدئ، (نه هغه شان) لکه څنګه چې یهود او نصاری کوي، چې پر یوه برخه دآسماني کتاب ایمان راوړي او پر ځنو یې کفر کوي او تاسو دشیطان دلارو تابعداري مه کوئ؛ ځکه چې هغه ستاسو دښمن دی، داسې دښمن چې ښکاره دښمني درسره کوي

فَإِن زَلَلْتُم مِّنۢ بَعْدِ مَا جَآءَتْكُمُ ٱلْبَيِّنَـٰتُ فَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿٢٠٩﴾

بیا که چېرې له تاسو څخه خطا او له حق څخه کوږوالی وشو وروسته له هغې نه چې تاسو ته ښکاره دلیلونه او معجزې راغلي دي، داسې معجزې او دلیلونه چې هیڅ شک او شبهه پکې نه شته؛ نو پس پوهه شئ چې الله تعالی ډېر غالب دی په خپل قدرت او غصه کې، حکمت والا دی په خپلو ټولو کارونو او حکمونو کې، نو پس تاسو له الله تعالی څخه ووېرېږئ او دهغه تعظیم وکړئ

هَلْ يَنظُرُونَ إِلَّآ أَن يَأْتِيَهُمُ ٱللَّهُ فِى ظُلَلٍۢ مِّنَ ٱلْغَمَامِ وَٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ وَقُضِىَ ٱلْأَمْرُ ۚ وَإِلَى ٱللَّهِ تُرْجَعُ ٱلْأُمُورُ ﴿٢١٠﴾

انتظار نه کوي دا دشیطان تابعداران او دحق نه اوښتونکي کسان، مګر دا چې الله تعالی راشي دوئ ته دقیامت په ورځ په داسې راتګ سره چې دالله دشان سره مناسب دی، دوریځو په سیوري کې ددې لپاره چې ددوئ ترمنځ فیصله وکړي او ملایکی به هم راشي چې له هر لوري به له دوئ څخه راچاپېره شوې وي او په دغه وخت کې به په دوئ باندې دالله تعالی فیصله وشي او الله تعالی به ددوئ له فیصلې څخه فارغ شي او دمخلوقاتو ټولې چارې او کړنې یوازې الله تعالی ته ورګرځي

سَلْ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ كَمْ ءَاتَيْنَـٰهُم مِّنْ ءَايَةٍۭ بَيِّنَةٍۢ ۗ وَمَن يُبَدِّلْ نِعْمَةَ ٱللَّهِ مِنۢ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُ فَإِنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ ﴿٢١١﴾

پوښتنه وکړه -ای پیغمبره- له بنی اسرایلو څخه دزورنې او رټنې پوښتنه: الله تعالی تاسو ته ددې پیغمبر په رښتینولۍ څومره ښکاره نښې بیان کړي! نو پس تاسو هغه دروغجنې وګڼلی او مخ مو ترې وګراځاوه، او هر هغه چا چې دالله تعالی نعمتونه بدل کړل په کفر او دروغو سره وروسته دپیژندلو دهغې نه او دښکاره کېدو دهغې نه؛ نو پس بېشکه الله تعالی دروغجنو کافرانو ته سخته سزا ورکوونکی دی

زُيِّنَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَا وَيَسْخَرُونَ مِنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ۘ وَٱلَّذِينَ ٱتَّقَوْا۟ فَوْقَهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۗ وَٱللَّهُ يَرْزُقُ مَن يَشَآءُ بِغَيْرِ حِسَابٍۢ ﴿٢١٢﴾

ښائسته کړی شوي هغه کسانو ته چې په الله تعالی یې کفر کړی دی، دنیا او ددنیا ختمیدونکی مزې او ختمیدونکی خوندونه، او مسخری کوي په هغه چا باندې چې په الله تعالی او دآخرت پر ورځ یې ایمان راوړی دی، او هغه کسان چې له الله تعالی څخه وېرېږي دالله تعالی اوامر عملی کوي او له نواهیو څخه یې ځان ساتي، دقیامت پر ورځ به ددې کافرانو څخه اوچت وي، هلته چې الله تعالی به دوئ همېشنې جنتونو ته داخلوي، او الله تعالی له خپلو مخلوقاتو چې هر چاته وغواړي بې شمېره (نعمتونه او روزي) ورکوي. مخ ۳۵ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

كَانَ ٱلنَّاسُ أُمَّةًۭ وَٰحِدَةًۭ فَبَعَثَ ٱللَّهُ ٱلنَّبِيِّـۧنَ مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ وَأَنزَلَ مَعَهُمُ ٱلْكِتَـٰبَ بِٱلْحَقِّ لِيَحْكُمَ بَيْنَ ٱلنَّاسِ فِيمَا ٱخْتَلَفُوا۟ فِيهِ ۚ وَمَا ٱخْتَلَفَ فِيهِ إِلَّا ٱلَّذِينَ أُوتُوهُ مِنۢ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ ٱلْبَيِّنَـٰتُ بَغْيًۢا بَيْنَهُمْ ۖ فَهَدَى ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لِمَا ٱخْتَلَفُوا۟ فِيهِ مِنَ ٱلْحَقِّ بِإِذْنِهِۦ ۗ وَٱللَّهُ يَهْدِى مَن يَشَآءُ إِلَىٰ صِرَٰطٍۢ مُّسْتَقِيمٍ ﴿٢١٣﴾

ه په پيل کې خلک دخپل پلار آدم په امت په يوه خوله په لا رښوونه وو، تردې چې شيطانونولا ر ورکي کړل؛ نو په مومن او کافر سره بېل شول، له همدې امله الله د ايمان څښتنانو او پيروۍ کوونکو ته دهغه څه په اړه زيری ورکوونکي رسولان را ولېږل چې دهغوی لپاره يې چمتو کړي دي او داهل کفر لپاره په هغه څه وېروونکي چې الله دخپلې سختې سزا ژمنه ورسره کړې ده، او درسولانو سره یې پر داسې حق مشتمل کتابونه را ولېږل چې هيڅ شک پکې نشته ترڅو دخلکو تر منځ په هغه کې پرېکړې وکړي چې هغوی اختلاف پکې کوي او الله چې کوم تورات را نازل کړی وپه هغو کې له يهودو يوازې هغو کسانو دتيري له مخې اختلاف وکړ چې پوهه ورکړل شوې وه دا هم وروسته تردې چې دالله دليلونه ورته راغلل چې هغه حق دی او اختلاف پکې ځای نه لري، خو الله مومنانو ته په خپل امر او اراده له لا ر ورکۍ څخه دلارښوونې دپېژندګلوۍ توفيق ورکړ، او الله چې چا ته وغواړي دداسې نېغې لا رې لا رښوونه کوي چې هيڅ کوږوالی نه لري، چې هغه دايمان لا ر ده

أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُوا۟ ٱلْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُم مَّثَلُ ٱلَّذِينَ خَلَوْا۟ مِن قَبْلِكُم ۖ مَّسَّتْهُمُ ٱلْبَأْسَآءُ وَٱلضَّرَّآءُ وَزُلْزِلُوا۟ حَتَّىٰ يَقُولَ ٱلرَّسُولُ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَهُۥ مَتَىٰ نَصْرُ ٱللَّهِ ۗ أَلَآ إِنَّ نَصْرَ ٱللَّهِ قَرِيبٌۭ ﴿٢١٤﴾

ى ایا تاسو دا ګمان کوئ -ای مومنانو!- چې تاسو به جنت ته ننوځئ او تاسو ته به دپخوانیو مومنانو پشان تکلیفونه او مصیبتونه نه رسېږي، څنګه چې هغوئ ته سخته غریبي او سخت مرضونه رسیدلي وو، او هغوی وېرو لړزولي وو او دومره مصیبتونه ورته رسیدلی وو تر دې چې په تلوار سره دالله تعالی دمرستی او مدد غوښتنه وکړي، او پیغمبر او هغه مومنان چې له هغه سره وو، ووايي: چې دالله مرسته او مدد به کله راځي؟ ته ورته ووایه -اې پیغمبره- دالله تعالی مرسته او مدد نږدې دی، په الله تعالی باندې ایمان لرونکو، او پر هغه باندې توکل او عتماد کوونکو ته

يَسْـَٔلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ ۖ قُلْ مَآ أَنفَقْتُم مِّنْ خَيْرٍۢ فَلِلْوَٰلِدَيْنِ وَٱلْأَقْرَبِينَ وَٱلْيَتَـٰمَىٰ وَٱلْمَسَـٰكِينِ وَٱبْنِ ٱلسَّبِيلِ ۗ وَمَا تَفْعَلُوا۟ مِنْ خَيْرٍۢ فَإِنَّ ٱللَّهَ بِهِۦ عَلِيمٌۭ ﴿٢١٥﴾

پوښتنه کوي له تا څخه -اې پیغمبره- ملګری ستا: چې دوئ له خپلو مختلفو مالونو څخه څه شی خرچ کړي، او په کوم ځائ کې یې خرچ کړي؟ ته ورته ځواب ورکړه: تاسو چې کوم خپل حلال او پاک مال نفقه کوئ نو مور او پلار باندې یې مصر کړئ، او څوک چې تاسو ته نږدې وي ستاسو له خپلوانو څخه دحاجت مطابق، او محتاجو یتیمانو ته، او هغه چاته چې بیخي ورسره مال نه وي، او هغو مسافرو ته یې ورکړي چې سفر له خپلې کورنۍ او وطن څخه جلا کړي وي، او تاسو نه کوئ -اې مومنانو- څه دخیر کار که لږ وي او که ډیر مګر الله تعالی په هغه باندې خبر دی، له الله تعالی څخه هیڅ شی پټ نه شي پاتې کېدلی، خامخا به تاسو ته په هغه باندې بدله درکړي. ر

كُتِبَ عَلَيْكُمُ ٱلْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌۭ لَّكُمْ ۖ وَعَسَىٰٓ أَن تَكْرَهُوا۟ شَيْـًۭٔا وَهُوَ خَيْرٌۭ لَّكُمْ ۖ وَعَسَىٰٓ أَن تُحِبُّوا۟ شَيْـًۭٔا وَهُوَ شَرٌّۭ لَّكُمْ ۗ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿٢١٦﴾

اې مومنانو! په تاسو فرض کړی شوی دی جنګ دالله تعالی په لا ره کې او نفسونه هغه طبیعتا بدګڼي؛ ځکه چې په دې کې مال او ځان له منځه ځي، او شاید چې تاسو یو شی بد ګڼئ خو په واقع کې هغه ستاسو لپاره خیر او فایده وي؛ لکه دالله تعالی په لا ره کې جنګ کول، ددې دغټو ثمرو نه دا ده چې په دښمنانو بریمن کېږئ او دالله تعالی کلمه اوچتېږي او کیدای شي چې تاسو له یو شی سره مینه کوئ، خو هغه ستاسو لپاره شر وي او په تاسو باندې بوج وي؛ لکه له جهاد څخه کیناستل، ځکه په دې کې ناکامي ده او ددښمن کامیابي او تسلط دی، او الله تعالی ښه او بد کارونه ډېر ښه پېژني، په داسې حال کې چې تاسو يې نه پېژنئ، نو د الله تعالی حکمونه ومنئ؛ په دې کې ستاسو لپاره خیر او فایده ده. مخ ۳۶ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

يَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلشَّهْرِ ٱلْحَرَامِ قِتَالٍۢ فِيهِ ۖ قُلْ قِتَالٌۭ فِيهِ كَبِيرٌۭ ۖ وَصَدٌّ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ وَكُفْرٌۢ بِهِۦ وَٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ وَإِخْرَاجُ أَهْلِهِۦ مِنْهُ أَكْبَرُ عِندَ ٱللَّهِ ۚ وَٱلْفِتْنَةُ أَكْبَرُ مِنَ ٱلْقَتْلِ ۗ وَلَا يَزَالُونَ يُقَـٰتِلُونَكُمْ حَتَّىٰ يَرُدُّوكُمْ عَن دِينِكُمْ إِنِ ٱسْتَطَـٰعُوا۟ ۚ وَمَن يَرْتَدِدْ مِنكُمْ عَن دِينِهِۦ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌۭ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَـٰلُهُمْ فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةِ ۖ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلنَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَـٰلِدُونَ ﴿٢١٧﴾

ى اې پیغمبره! دا خلک له تا څخه پوښتنه کوي په عزتمندو میاشتو کې دجنګ کولو په اړه: چې هغه ذی القعده، ذی الحجه، محرم او رجب میاشتې دي، ته ځواب ورکړه: په دې میاشتو کې جنګ کول دالله په نزد ډیر غټ جرم او ناآشنا کار دی، لکه څرنګه چې مشرکان کوم کار کوي چې خلک دالله تعالی له لا رې منعه کوي هم ډېر بد دي، او دمومنانو بندول دمسجد حرام نه، او له مسجد حرام څخه دمسجد حرام داوسېدونکو ایستل دالله تعالی په نزد دحرام په میاشتو کې له جګړې کولو هم ډیر لوی جرم دی او هغه شرک چې دا مشرکان یې کوي له قتل څخه هم ډېر لوی جرم دی او -ای مومنانو- همیشه به مشرکان په خپل ظلم ولاړ وي او له تاسو سره به جګړه کوي، تر دې چې هغوئ کومه لا ره پیدا کړي چې تاسو دخپل حق دین نه دهغوئ باطل دین ته واړوي، او څوک چې له تاسو څخه له خپل دین نه واوړي، او بیا په الله تعالی باندې دکفر په حالت کې مړ شي؛ نو دده نیک عمل برباد شو، او په آخرت کې ددې دورتګ ځائ اورته ورداخلیدل دي او همیشه به په دغه اور دجهنم کې وي

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَٱلَّذِينَ هَاجَرُوا۟ وَجَـٰهَدُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ أُو۟لَـٰٓئِكَ يَرْجُونَ رَحْمَتَ ٱللَّهِ ۚ وَٱللَّهُ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿٢١٨﴾

بېشکه هغه کسان چې په الله تعالی او دهغه په پیغمبر يې ایمان یې راوړی، او هغه کسان چې هېوادونه یې پرېښي دي او الله تعالی او دهغه رسول ته یې هجرت کړی او جهاد یې کړی ددې لپاره چې دالله تعالی کلمه اوچته شي؛ دغه کسان دالله تعالی درحمت امید او هیله لري، او الله تعالی دخپلو بندګانو دګناهونو بښونکی او پر هغوی رحم کوونکی دی

۞ يَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلْخَمْرِ وَٱلْمَيْسِرِ ۖ قُلْ فِيهِمَآ إِثْمٌۭ كَبِيرٌۭ وَمَنَـٰفِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَآ أَكْبَرُ مِن نَّفْعِهِمَا ۗ وَيَسْـَٔلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ قُلِ ٱلْعَفْوَ ۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمُ ٱلْـَٔايَـٰتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ ﴿٢١٩﴾

اې پیغمبره- له تا څخه ستا صحابه دشرابو (هر هغه څه چې عقل پټوي او هغه له مینځه وړي)؛ دحکم او اخیستلو او خرڅولو په باره کې پوښتنه کوي؟ او له تا څخه دقمار پوښتنه کوي (قمار: هغه مال ته وايي چې په مقابلو کې اخیستل کیږی او دا مال ددواړو مقابله کوونکو له طرفه وي)؟ ته ورته ځواب ورکړه: په دې کې د دین او دنیا ډېر ضرورنه او نقصانات دي؛ لکه دعقل او مال تلل، او یوبل سره دښمني او حسد پیداکیدل، او په دې کې لږې ګټې (فایدی) هم شته، لکه: دمال ګټل، او ددې دواړو ضرر او ګناه له ګټې څخه ډېره لویه ده او هر هغه شی چې ضرر یې له فایدې څخه ډیر وي نو هوښیار انسان ترې ځان ساتي، او په دې بیان کې دالله تعالی له طرفه دشرابو دحراموالی لپاره مقدمه ده. او پوښتنه کوي له تا څخه -ای پیغمبره- ستا ملګري دهغې اندازې په باره کې چې دوئ ئې خرچ کړی له خپلو مالونو څخه دثواب او خیرات په توګه؟ ته ورته ځواب ورکړه: چې کوم مال ستاسو دمصرف نه اضافي وي دهغه نه مصرف وکړئ (او دا حکم اول کې ؤ، بیا الله تعالی په ځانګړو مالونو کې خاصه اندازه زکات واجب کړ)، او ددې په شان په ښکاره بیان باندې چې هیڅ ګډوډي پکې نشته تاسو ته الله تعالی دشرعې حکمونه بیانوي ددې لپاره چې تاسو فکر وکړئ

فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةِ ۗ وَيَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلْيَتَـٰمَىٰ ۖ قُلْ إِصْلَاحٌۭ لَّهُمْ خَيْرٌۭ ۖ وَإِن تُخَالِطُوهُمْ فَإِخْوَٰنُكُمْ ۚ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ ٱلْمُفْسِدَ مِنَ ٱلْمُصْلِحِ ۚ وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ لَأَعْنَتَكُمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌۭ ﴿٢٢٠﴾

ه ه ځکه یې دا شرع ګرځولې ده چې تاسې دهغه څه په اړه فکر وکړئ چې تاسې ته په دنیا او آخرت کې ګټه رسوئ، او ستا صحابه (ملګري) له تا څخه -اې پیغمبره- د یتیمانانو دپالني باره کې پوښتنه کوي: چې له هغوئ سره څنګه تعامل وکړي؟ او آیا دهغوئ مالونه له خپلو مالونو سره په خرڅ، خوراک او اوسیدو کې ګډ کړي او که نه؟ ته ځواب ورکړه: ستاسو مهرباني کول په هغوئ باندې دهغوئ دمالونو په اصلاح کې پرته له عوض او بدلې نه او یا ګډوډول مالونه له یو بل سره؛ ستاسو لپاره دالله تعالی پر وړاندې ډېر غوره دي او ډېر اجر لري او دا دهغوئ لپاره هم غوره ده؛ ځکه چې په دې کې دهغوئ دمالونو ساتنه کېږی، او که چېرې تاسو دهغوئ مالونه له خپلو مالونو سره په ورځني ژوند، اوسیدو او نورو چارو کې شریک کړئ؛ نو په تاسو باندې په دې کې څه ګناه نشته، نو پس هغوئ ستاسې دیني وروڼه دي، او وروڼه خو له یو بل سره مرسته کوي، او دیو بل سره په چارو کې مرسته هم کوي، او الله تعالی په هغه چا پوهېږي چې فساد کوي په یوځای کولو دمال دیتیم له خپل مال سره، له هغه چانه چې اصلاح یې مقصد وي، او که چېرې الله تعالی په تاسو باندې دیتیمانانو په باره کې مشقت غوښتلی، نو په تاسو به یې مشقت کړی وای، خو الله تعالی تاسو سره دیتیمانانو په تعامل کې آسانتیا کړي ده؛ ځکه دالله تعالی دین پر آسانتیا ولاړ دی، بېشکه الله تعالی برلاسی (غالب) دی هیڅ شی ورباندې مخ ۳۷ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر غالبېدلی نه شي، په خپلو مخلوقاتو، کارونو او حکمونو کې حکیم دی

وَلَا تَنكِحُوا۟ ٱلْمُشْرِكَـٰتِ حَتَّىٰ يُؤْمِنَّ ۚ وَلَأَمَةٌۭ مُّؤْمِنَةٌ خَيْرٌۭ مِّن مُّشْرِكَةٍۢ وَلَوْ أَعْجَبَتْكُمْ ۗ وَلَا تُنكِحُوا۟ ٱلْمُشْرِكِينَ حَتَّىٰ يُؤْمِنُوا۟ ۚ وَلَعَبْدٌۭ مُّؤْمِنٌ خَيْرٌۭ مِّن مُّشْرِكٍۢ وَلَوْ أَعْجَبَكُمْ ۗ أُو۟لَـٰٓئِكَ يَدْعُونَ إِلَى ٱلنَّارِ ۖ وَٱللَّهُ يَدْعُوٓا۟ إِلَى ٱلْجَنَّةِ وَٱلْمَغْفِرَةِ بِإِذْنِهِۦ ۖ وَيُبَيِّنُ ءَايَـٰتِهِۦ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ ﴿٢٢١﴾

ى ه -اې مومنانو- پر الله تعالی باندې له شرک کوونکو ښځو سره نکاح مه کوئ، تر هغو چې پر واحد الله یې ایمان نه وي راوړی، او په اسلام کې نه وي داخلې شوي، او یقینا یوه وینځه چې په الله تعالی او دهغه په رسول باندې ایمان لري، له آزادې بت پرستې ښځې نه ډېره غوره ده، که څه هم دهغې مال او ښکلا تاسې په تعجب کې اچولي یئ او مسلمانې ښځې کافرو نارینه وو ته په نکاح مه ورکوئ او یو غلام چې په الله تعالی او دهغه په رسول ایمان لري ډېر غوره دی له آزاد مشرک څخه، اګر که تاسو هغه په تعجب کې اچوي، دغه خلک چې مشرکان دي -نارینه او زنانه- په خپلو ویناوو او کړنو هغه څه ته بلل کوي چې دجهنم اورته رسېږي او الله تعالی نیکو کارونو ته بلنه کوي، هغه چې جنت او دګناهونو بښنې ته رسول کوي، دالله تعالی په فضل او اجازې سره، او الله تعالی خپلو بندګانو ته خپل آیاتونه (نښې) ښکاره کوي شاید چې دهغه څه نه عبرت واخلی چې دا پرې دلالت کوي پس عمل پرې وکړي

وَيَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلْمَحِيضِ ۖ قُلْ هُوَ أَذًۭى فَٱعْتَزِلُوا۟ ٱلنِّسَآءَ فِى ٱلْمَحِيضِ ۖ وَلَا تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّىٰ يَطْهُرْنَ ۖ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ أَمَرَكُمُ ٱللَّهُ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلتَّوَّٰبِينَ وَيُحِبُّ ٱلْمُتَطَهِّرِينَ ﴿٢٢٢﴾

ه او پوښتنه کوي ستا ملګري له تا څخه -اې پیغمبره- دحیض په باره کې (دا یوه طبیعي وینه ده چې دښځې له رحم څخه په خاصو وختونو کې راځي)؟ ته هغوی ته ځواب کې ووایه: حیض دسړي او ښځې دواړو لپاره ضرر دی، نو تاسو دحیض په وخت کې له ښځو سره له یوځائ کیدو (جماع) ځان وساتئ، او تاسو ورسره کوروالی مه کوئ تر هغو پورې چې هغه وینه بنده شي، او بیا له هغې نه په غسل کولو سره ځان پاک کړي، نو پس کله چې وینه بنده شي او ځان پاک کړي، نو بیا ورسره په هغې طریقه کوروالی وکړئ چې ستاسو لپاره جایز شوی دی: چې هغوی پاکې وي او دمخی له طرفه (په شرمګاه کې)، بېشکه الله تعالی خوښوي له ګناهونو څخه ډېر توبه ویستونکي او زیات صفایي کوونکي له ګندګیو نه

نِسَآؤُكُمْ حَرْثٌۭ لَّكُمْ فَأْتُوا۟ حَرْثَكُمْ أَنَّىٰ شِئْتُمْ ۖ وَقَدِّمُوا۟ لِأَنفُسِكُمْ ۚ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّكُم مُّلَـٰقُوهُ ۗ وَبَشِّرِ ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿٢٢٣﴾

ستاسو بیبیانې ستاسو کروندې دي چې ستاسو لپاره بچي زېږوي؛ لکه دهغې زمکې په شان چې مېوې ترې راوځي، نو تاسو دکروندې ځای ته راتګ وکړئ -چې هغه دزنانه شرمګاه ده- دکوم طرف نه چې مو خوښه وي او څرنګه مو چې خوښه وي، خو چې دزنانه په شرمګاه کې وي، او مخکې ولېږئ دخپلو ځانونو لپاره نیک عمل، او یو دهغه نه دا دې چې سړی له خپلې ښځې سره دثواب په نیت او دنیک اولاد په امید کوروالی وکړي، او له الله تعالی څخه ووېرېږئ دهغه دحکمونو په عملي کولو سره او دهغه له منهیاتو څخه په ځان ساتلو سره، او یو له هغو نه خپلو بیبیانو ته په شرعي طریقه سره راتګ دی، او پوهه شئ چې تاسو به دقیامت په ورځ له الله تعالی سره مخامخ کېږئ، دهغه مخې ته به ودرېږئ، او ستاسو دعملونو بدله به درکوي، او زېری ورکړه -اې پیغمبره- مومنانو ته په هغه څه چې دوی به پرې خوشحالېږي له خپل رب سره دمخامخ کیدو په وخت کې چی هغه همېشني نعمتونه دي، او دالله رب العزت مخ ته کتل دي

وَلَا تَجْعَلُوا۟ ٱللَّهَ عُرْضَةًۭ لِّأَيْمَـٰنِكُمْ أَن تَبَرُّوا۟ وَتَتَّقُوا۟ وَتُصْلِحُوا۟ بَيْنَ ٱلنَّاسِ ۗ وَٱللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌۭ ﴿٢٢٤﴾

او تاسو پر الله تعالی قسم کول دځان لپاره منع کوونکی دلیل مه ګرځوئ له کولو دنیکو نه او دتقوا نه او دخلکو تر منځ دصلحی کولو نه، بلکې کله چې تاسو د نیکۍ په پرېښودلو قسم وکړئ؛ نو تاسو نیکي وکړئ او دخپل قسم کفاره ورکړئ، او الله تعالی ستاسو ویناګانې اوري، ستاسو په کارونو پوهه دی، او خامخا به دهغو بدله درکوي

لَّا يُؤَاخِذُكُمُ ٱللَّهُ بِٱللَّغْوِ فِىٓ أَيْمَـٰنِكُمْ وَلَـٰكِن يُؤَاخِذُكُم بِمَا كَسَبَتْ قُلُوبُكُمْ ۗ وَٱللَّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌۭ ﴿٢٢٥﴾

الله تعالی تاسو په هغو قسمونو نه محاسبه کوي چې پرته له قصد نه ستاسو پر ژبو باندې راځي؛ لکه: نه په الله قسم دی، هو په الله قسم دی. پس په داسې قسم باندې کفاره او څه سزا نشته، خو تاسو سره په هغه څه حساب کوي چې قصدا یې کوئ له دغو قسمونو نه، او الله تعالی دخپلو بندګانو دګناهونو بښوونکی او صبر مخ ۳۸ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر کوونکی دی چې په بېړه سزا نه ورکوي، صبر ناک دې په تلوار سره سزا نه ورکوي

لِّلَّذِينَ يُؤْلُونَ مِن نِّسَآئِهِمْ تَرَبُّصُ أَرْبَعَةِ أَشْهُرٍۢ ۖ فَإِن فَآءُو فَإِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿٢٢٦﴾

هغه کسان چې قسمونه کوي له خپلو ښځو سره دجماع کولو نه انتظار دیوې مودې چې دڅلورو میاشتو نه نه اوړي، چې دقسم کولو دمیاشتې نه شروع کېږی او هغه ته (ایلاء) ویل کېږي، نو که چېرې له خپلو ښځو سره جماع کولو ته راوګرځېدل، وروسته له قسم کولو نه په دغو څلورو میاشتو کې او یاد له دې څخه کمه موده کې؛ نو پس الله تعالی بښوونکی دی، هغه ګناهونه ورته بښي کوم چې له دوی څخه شوي دي، او مهربانه دی په هغوی، ځکه چې کفاره یې ورته دقسم دماتولو لپاره جایز کړې ده

وَإِنْ عَزَمُوا۟ ٱلطَّلَـٰقَ فَإِنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌۭ ﴿٢٢٧﴾

او که چېرې دوی دطلاق کولو قصد او اراده وکړي چې هیڅکله به خپلو ښځو سره جماع نه کوي او له خپل قسم څخه به نه ګرځي، نو بېشکه الله تعالی ددوی د ویناګانو اوریدونکی دی چې یو له هغو نه طلاق دی، دهغوی په حالاتو او مقصدونو خبر دی، او دهغو له مخې به دوی ته جزا ورکوي

وَٱلْمُطَلَّقَـٰتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ ثَلَـٰثَةَ قُرُوٓءٍۢ ۚ وَلَا يَحِلُّ لَهُنَّ أَن يَكْتُمْنَ مَا خَلَقَ ٱللَّهُ فِىٓ أَرْحَامِهِنَّ إِن كُنَّ يُؤْمِنَّ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ ۚ وَبُعُولَتُهُنَّ أَحَقُّ بِرَدِّهِنَّ فِى ذَٰلِكَ إِنْ أَرَادُوٓا۟ إِصْلَـٰحًۭا ۚ وَلَهُنَّ مِثْلُ ٱلَّذِى عَلَيْهِنَّ بِٱلْمَعْرُوفِ ۚ وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌۭ ۗ وَٱللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿٢٢٨﴾

او طلاقی کړل شوې ښځې دې انتظار وکړي تر راتګ ددرې حیضونو، په دې موده کې به بل چا سره نکاح نه کوي، او دوی ته جایز نه ده چې پټ کړي هغه حمل چې الله تعالی پیداکړي وي ددوئ په بچي دانۍ کې، که چېرې دوی رښتینې وي په ایمان لرلو کې په الله تعالی او په ورځ دآخرت، او خاوندان ددوی چې طلاق یې ورته ورکړی دی ډیر حقدار دي چې بېرته خپلو ښځو ته دعدت په موده کې رجوع وکړي، که چیرته دوی په دې رجوع سره هدف مینه او محبت وي او لرې کول د هغه حسد او کینې وي چې دطلاق په وجه ددې دواړو ترمنځ واقع شوی ؤ، او ښځو ته هم هغه شان حقوق دي لکه څنګه چې ددوی دخاوندانو دي، په هغه طریقه چې خلکو کې رواج وي، او سړي دښځو نه اوچت دي په فضیلت کې، له وجې داداره کولو دکور او له وجې دطلاق نه، او الله تعالی زورور دی هيڅ شی ورباندې نه شي غالب کېدلی، په خپلو حکمونو او کارونو کې حکمت والا دی

ٱلطَّلَـٰقُ مَرَّتَانِ ۖ فَإِمْسَاكٌۢ بِمَعْرُوفٍ أَوْ تَسْرِيحٌۢ بِإِحْسَـٰنٍۢ ۗ وَلَا يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَأْخُذُوا۟ مِمَّآ ءَاتَيْتُمُوهُنَّ شَيْـًٔا إِلَّآ أَن يَخَافَآ أَلَّا يُقِيمَا حُدُودَ ٱللَّهِ ۖ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا يُقِيمَا حُدُودَ ٱللَّهِ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا فِيمَا ٱفْتَدَتْ بِهِۦ ۗ تِلْكَ حُدُودُ ٱللَّهِ فَلَا تَعْتَدُوهَا ۚ وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ ٱللَّهِ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّـٰلِمُونَ ﴿٢٢٩﴾

هغه طلاق چې خاوند پکې بېرته خپلې ښځې ته درجوع کولو حق لري، دوه کرته دی، چې طلاق ورکړي، بیا رجوع وکړي، بیا طلاق ورکړي، بیا رجوع وکړي، بیا له دوو طلاقونو څخه وروسته دې یا خپله ښځه بېرته دځان سره وساتي او په ښه طریقه دې ورسره ژوند کوي، او یا دې په معروف سره درېیم طلاق هم ورکړي او دښځې دټولو حقونو په ادا کولو سره، او تاسو ته -اې خاوندانو!- جایز نه ده چې تاسو څه شی واخلئ دهغه مهر نه چې تاسو خپلو ښځو ته ورکړی ؤ، مګر دا چې ښځه بده ګڼوونکې وي خپل خاوند لره دبد اخلاقۍ یا دبدرنګۍ په وجه، او دواړه دا ګمان کوي چې ددې بدګڼلو په وجه به دواړه دیو بل شرعي حقونه پوره نه کړی شي، پس دا دواړه دې خپلو خپلوانو ته دا مسئله وړاندې کړي، پس که چېرې ولیان ددې دواړو وېرېدل چې دا دواړه به دیو بل حقوق ادا نه کړي، نو بیا په دې دواړو څه ګناه نشته چې ښځه خپل ځان دخپل خاوند څخه دمال په بدل کې آزاده کړي، دا شرعي احکام دي چې دحلالو او حرامو ترمنځ فاصله ده، نو پس ددغو نه دې تجاوز نه کوي، او څوک چې دالله تعالی دحلالو او حرامو ترمنځ پولو نه اوړي؛ نو پس دغه کسان له خپلو ځانونو سره ظلم کوي چې دهلاکت ځایونو ته یې اچوي، او دالله تعالی غضب او عذاب سره یې مخامخ کوي. مخ ۳۹ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

فَإِن طَلَّقَهَا فَلَا تَحِلُّ لَهُۥ مِنۢ بَعْدُ حَتَّىٰ تَنكِحَ زَوْجًا غَيْرَهُۥ ۗ فَإِن طَلَّقَهَا فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَآ أَن يَتَرَاجَعَآ إِن ظَنَّآ أَن يُقِيمَا حُدُودَ ٱللَّهِ ۗ وَتِلْكَ حُدُودُ ٱللَّهِ يُبَيِّنُهَا لِقَوْمٍۢ يَعْلَمُونَ ﴿٢٣٠﴾

نو که چېرې خاوند درېیم طلاق ورکړ، نو بیا یې ورسره نکاح جایز نه ده، تر هغو چل له بل سړي سره په صحیح توګه، او رغبت سره چې دبېرته پرېښودلو هدف یې نه وي، نکا وکړي او په دې نکاح کې ورسره کوروالی (جماع) وکړي. نو که چېرې بیا دویم خاوند طلاقه کړه او یا مړ شو؛ نو په دې ښځه او لومړي خاوند څه ګناه نشته چی بېرته له یو بل سره په نوي عقد او مهر باندې نکاح وکړي، که چېرې ددوی دواړو غالب ګمان دا وي چې دوی به له یو بل سره په شرعي طریقه ژوند تېروي، او دا شریعت احکام دي، الله تعالی یې هغو خلکو ته بیانوي چې دالله تعالی احکام او پولې پېژني؛ ځکه چې هم دوی به له دې څخه ګټه پورته کوي

وَإِذَا طَلَّقْتُمُ ٱلنِّسَآءَ فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمْسِكُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ أَوْ سَرِّحُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍۢ ۚ وَلَا تُمْسِكُوهُنَّ ضِرَارًۭا لِّتَعْتَدُوا۟ ۚ وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُۥ ۚ وَلَا تَتَّخِذُوٓا۟ ءَايَـٰتِ ٱللَّهِ هُزُوًۭا ۚ وَٱذْكُرُوا۟ نِعْمَتَ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ وَمَآ أَنزَلَ عَلَيْكُم مِّنَ ٱلْكِتَـٰبِ وَٱلْحِكْمَةِ يَعِظُكُم بِهِۦ ۚ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌۭ ﴿٢٣١﴾

ه ه او کله چې تاسو خپلو ښځو ته طلاق ورکړئ نو دهغوی دعدت دختمېدو نېټه نږدې شي؛ نو تاسو کولای شئ چې بېرته هغوی ته رجوع وکړئ او یا یې پرېږدئ تر دې چې عدت یې ختم شي، او تاسو ورته ددې لپاره رجوع مه کوئ چې هغوی ته ضرر او تکلیف ورسوئ، لکه جاهلیت کې چې به خلکو کول، او چاچې ښځې ته د ضرر رسول په موخه رجوع وکړه؛ نو دې سړی له خپل ځان سره ظلم وکړ، چې خپل ځان یې ګناهګار کړ او دسزا مستحق شو، او تاسو دالله تعالی له آیاتونو څخه ملنډې مه جوړوي چې لوبې پرې کوئ او دهغو خلاف جرات کوئ، او یاد کړئ تاسو دالله تعالی نعمتونه پر تاسو، چې له ټولو څخه لوی نعمت هغه دی چې په تاسو یې کوم قرآن او دحکمت خبرې نازلی کړي، تاسو ته یادونه درکوي په دې باندې چې نیک عملونه وکړئ او دهغه له عذاب څخه ووېرېږئ، او له الله تعالی څخه ووېرېږئ دهغه داوامرو په عملي کولو سره او دهغه له نواهیو څخه په ځان ساتنې، او پوهه شئ چې الله تعالی په هر شي پوهه دی، نو هیڅ شی ترې پټ نه شی پاتې کېدلی، او خامخا تاسو ته ستاسو داعمالو بدله درکوي

وَإِذَا طَلَّقْتُمُ ٱلنِّسَآءَ فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَلَا تَعْضُلُوهُنَّ أَن يَنكِحْنَ أَزْوَٰجَهُنَّ إِذَا تَرَٰضَوْا۟ بَيْنَهُم بِٱلْمَعْرُوفِ ۗ ذَٰلِكَ يُوعَظُ بِهِۦ مَن كَانَ مِنكُمْ يُؤْمِنُ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ ۗ ذَٰلِكُمْ أَزْكَىٰ لَكُمْ وَأَطْهَرُ ۗ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿٢٣٢﴾

ه او کله چې تاسو خپلو بیبیانو ته له دریو څخه کم طلاقونه ورکړئ، او عدت یې پوره شي، نو -اې ولیانو- هغوی مه منع کوئ چې بېرته خپلو خاوندانو ته په نوي عقد او نکاح سره ستنې شي کله چې دهغوی خوښه وي، او یو بل سره پري راضي شي، دا دنهی حکم چې شامل دې په نه منع کولو دنکاح نه، په دې سره پند ورکوي ستاسو څخه هغه چاته چې په الله تعالی او په ورځ دآخرت یې ایمان راوړی وي، دا کار په تاسو کې ښېګڼه او خیر زیاتوي، او له چټلۍ نه ستاسې اعرض او کړنې (اعمال) ډېر پاکونکی دی او الله تعالی پوهیږي په حقیقتونو دټولو کارونو او په انجام دټولو کارونو او تاسو په دې باندې نه پوهېږئ

۞ وَٱلْوَٰلِدَٰتُ يُرْضِعْنَ أَوْلَـٰدَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ ۖ لِمَنْ أَرَادَ أَن يُتِمَّ ٱلرَّضَاعَةَ ۚ وَعَلَى ٱلْمَوْلُودِ لَهُۥ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِٱلْمَعْرُوفِ ۚ لَا تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلَّا وُسْعَهَا ۚ لَا تُضَآرَّ وَٰلِدَةٌۢ بِوَلَدِهَا وَلَا مَوْلُودٌۭ لَّهُۥ بِوَلَدِهِۦ ۚ وَعَلَى ٱلْوَارِثِ مِثْلُ ذَٰلِكَ ۗ فَإِنْ أَرَادَا فِصَالًا عَن تَرَاضٍۢ مِّنْهُمَا وَتَشَاوُرٍۢ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا ۗ وَإِنْ أَرَدتُّمْ أَن تَسْتَرْضِعُوٓا۟ أَوْلَـٰدَكُمْ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِذَا سَلَّمْتُم مَّآ ءَاتَيْتُم بِٱلْمَعْرُوفِ ۗ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌۭ ﴿٢٣٣﴾

او میندې دې شيدې ورکوي خپلو بچو ته پوره دوه کاله، دا دوه کاله اندازه دهغه چا لپاره ده چې درضاعت (بچي ته شیدو ورکولو) موده پوره کول یې مقصد وي او د ماشوم پر پلار لا زمه ده مصرف او جامی دهغو طلاق شویو ښځو چې ماشوم ته شيدې ورکوي، په هغه طریقه چې خلکو کې رواج وي او دشرعې خلاف نه وي، الله تعالی هیڅ یو نفس دخپل قدرت او طاقت نه زیات نه مکلف کوي، او پلار او مور یوه ته هم دا جایز نه ده چې خپل بچی بل ته دضرر رسولو وسیله وګرځوي، او د ماشوم په وارث باندې هم هغه حقونه دي کوم چې دماشوم پر پلار وي کله چې ماشوم بې پلاره وي او مال هم ونه لري. نو که چیرته مور او پلار اراده وکړه چې له دوو کالو نه مخکې ماشوم دتې نه واړوي، نو په دوی دواړو باندې هیڅ ګناه نشته، کله چې ددواړو مشوره او رضا وې په هغه څه چې دماشوم مصلحت پکې وي، او که چېرته تاسو خپلو بچو ته دمیندو نه بغیر نورې شیدې ورکوونکې ښځې پیداکړئ؛ نو په تاسو باندې څه ګناه نشته چې کله تاسو هغوی ته دهغوی اجرت او بدله پرته له نقصان او وروستوالي نه ورکړئ، او له الله تعالی څخه ووېرېږئ دهغه دحکمونو په عملي کولو سره او دهغه دنواهیو څخه په ځان ساتلو سره، او پوهه شئ چې الله مخ ۴۰ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر تعالی ستاسو دکارونو لیدونکی دی، نو هیڅ شی ورنه نه پټېږي، او تاسو ته به خامخا په هغو عملونو بدله درکړي چې تاسو دځان لپاره مخکې وړاندې کړي دي

وَٱلَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَٰجًۭا يَتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍۢ وَعَشْرًۭا ۖ فَإِذَا بَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا فَعَلْنَ فِىٓ أَنفُسِهِنَّ بِٱلْمَعْرُوفِ ۗ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌۭ ﴿٢٣٤﴾

او کوم کسان چې مړه شي او شاته (داسې) ښځې ترې پاتي شی چې حاملې (بارداره) نه وي؛ نو په دې ښځولا زمه ده چې څلور میاشتې او لس ورځې به انتظار کوي او په دې ورځو کې به نه دخاوند له کوره وځي، نه به ډول او سنګار کوي او نه به له بل چا سره نکاح کوي، کله چې دا موده ختمه شي، نو په تاسو باندې څه ګناه نشته -اې ولیانو- په هغه څه کې چې دا ښځې یې دخپلو ځانونو په اړه کوې، هغه کارونه چې دعدت په موده کې ورباندې حرام وو، په ښې طریقه چې د شرعې او رواج خلاف نه وي، او الله تعالی خبردار دی ستاسو هیڅ یو پټ او ښکاره کار ترې نه شي پټېدلی، او خامخا به دهغو جزا درکوي

وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا عَرَّضْتُم بِهِۦ مِنْ خِطْبَةِ ٱلنِّسَآءِ أَوْ أَكْنَنتُمْ فِىٓ أَنفُسِكُمْ ۚ عَلِمَ ٱللَّهُ أَنَّكُمْ سَتَذْكُرُونَهُنَّ وَلَـٰكِن لَّا تُوَاعِدُوهُنَّ سِرًّا إِلَّآ أَن تَقُولُوا۟ قَوْلًۭا مَّعْرُوفًۭا ۚ وَلَا تَعْزِمُوا۟ عُقْدَةَ ٱلنِّكَاحِ حَتَّىٰ يَبْلُغَ ٱلْكِتَـٰبُ أَجَلَهُۥ ۚ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِىٓ أَنفُسِكُمْ فَٱحْذَرُوهُ ۚ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ حَلِيمٌۭ ﴿٢٣٥﴾

ى او پر تاسو باندې په اشاره کولو کې څه ګناه نشته ده چې کله ستاسو رغبت وي په غوښتلو دهغو ښځو کې چې دخاوند دمړینې یا بائن (درې طلاقه) طلاق په وجه په عدت کې وي؛ لکه چې ووايئ: چې کله دې عدت ختم شو بیا ما خبر کړه، او پر تاسو څه ګناه نشته په هغه څه کې چې تاسو پټ کړي وي په خپلو زړونو کې د رغبت نه په غوښتلو دمعتدې ښځې کې وروسته له ختمیدو دهغوئ دعدت نه، الله تعالی پوهېږي چې تاسو به خامخا هغوئ دډېر رغبت او خواهش په وجه یادوئ، نو الله تعالی تاسو ته دعدت په وخت کې اشاره کول جایز کړل دښکاره وینا پر ځائ، او ځان وساتئ له دې نه چې تاسو دعدت په موده کې دیوبل سره دنکاح کولو پټې وعدې وکړئ، مګر دشرع موافق وینا چې هغه اشاره کول دي، او تاسو دعدت په موده کې نکاح مه تړئ، او پوهه شئ چې الله تعالی ښه پوهیږي په هغه څه چې تاسو یې په خپلو نفسونو کې پټوئ دهغه څه نه چې تاسو ته یې جایز کړي او په هغه څه چې پر تاسو یې حرام کړي دي، نو له الله تعالی څخه ووېرېږئ، او دهغه دحکم خلاف مه کوئ، او پوهه شئ چې الله تعالی بښوونکی دی هغه چاته چې توبه وباسي دهغه له بندګانو نه، صبرناک دی په سزا ورکولو کې تلوار (بېړه) نه کوي

لَّا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِن طَلَّقْتُمُ ٱلنِّسَآءَ مَا لَمْ تَمَسُّوهُنَّ أَوْ تَفْرِضُوا۟ لَهُنَّ فَرِيضَةًۭ ۚ وَمَتِّعُوهُنَّ عَلَى ٱلْمُوسِعِ قَدَرُهُۥ وَعَلَى ٱلْمُقْتِرِ قَدَرُهُۥ مَتَـٰعًۢا بِٱلْمَعْرُوفِ ۖ حَقًّا عَلَى ٱلْمُحْسِنِينَ ﴿٢٣٦﴾

پر تاسو څه ګناه نشته کله چې تاسو هغه ښځې طلاقې کړئ چې عقد نکاح مو ورسره کړي وي، خو کوروالی (جماع) مو ورسره نه وي کړې او مهر مو هم نه وي ټاکلی، نو که په دې حال کې مو هغوی ته طلاق ورکړ، نو په تاسو باندې هغوئ ته مهر ورکول واجب نه دي، بلکې واجب داده چې يو څه مصرف (خرڅ) هغوی ته ورکړئ چې ګټه ترې واخلي، او دخپلو زړونو خفګان پرې ټکور کړي، له توان او وس سره سم، که څوک مالدار وي باید ډیر مال ورکړي او که څوک غریب وي نو لږ مال دې وکړي، او دا مال ورکول ثابت حق دی په هغه چاچې په خپلو کارونو او معاملاتو کې نیکي کوونکي وي

وَإِن طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِن قَبْلِ أَن تَمَسُّوهُنَّ وَقَدْ فَرَضْتُمْ لَهُنَّ فَرِيضَةًۭ فَنِصْفُ مَا فَرَضْتُمْ إِلَّآ أَن يَعْفُونَ أَوْ يَعْفُوَا۟ ٱلَّذِى بِيَدِهِۦ عُقْدَةُ ٱلنِّكَاحِ ۚ وَأَن تَعْفُوٓا۟ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَىٰ ۚ وَلَا تَنسَوُا۟ ٱلْفَضْلَ بَيْنَكُمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿٢٣٧﴾

ى ه او که چیري تاسو هغه ښځې طلاقی کړئ چې نکاح مو ورسره تړلې وي او مهر مو هم ورته ټاکلی وي، خو کوروالی مو ورسره نه وي کړی، نو په تاسو باندې دټاکل شوي مهر څخه نیم مهر ورکول واجب دي، مګر دا چې هغوی (هغه مهر) تاسې ته وبښي -که چېرې بالغې وي- او یا خاوندان هغوی ته ټاکل شوی مهر پوره وسپاري، او دا چې تاسو یو بل ته په حقونو کې بښنه وکړئ دالله تعالی وېرې او تابعدارۍ ته ډېر نږدې (کار) دی، او -ای خلکو- پر یو بل باندې مهرباني کول، او یو بل ته په حقونو کې بښنه کول مه پرېږدئ، بېشکه الله تعالی هغه چارې چې تاسې یې ترسره کوئ، ویني، نو په نیکیو کې هڅه وکړئ چې دالله تعالی ثواب حاصل کړئ. مخ ۴۱ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

حَـٰفِظُوا۟ عَلَى ٱلصَّلَوَٰتِ وَٱلصَّلَوٰةِ ٱلْوُسْطَىٰ وَقُومُوا۟ لِلَّهِ قَـٰنِتِينَ ﴿٢٣٨﴾

دلمونځونو په پوره ادا کولو سره دهغو ساتنه وکړئ، په هغې طریقې چې الله تعالی پرې امر کړی دی، او په ځانګړې توګه دمنځني لمونځ پابندي وکړئ چې دمازدیګر لمونځ دی، او الله تعالی ته په لمونځونو کې تابعدار او خشوع کوونکې ودریږئ

فَإِنْ خِفْتُمْ فَرِجَالًا أَوْ رُكْبَانًۭا ۖ فَإِذَآ أَمِنتُمْ فَٱذْكُرُوا۟ ٱللَّهَ كَمَا عَلَّمَكُم مَّا لَمْ تَكُونُوا۟ تَعْلَمُونَ ﴿٢٣٩﴾

که له دښمن او ورته بل څه څخه وېرېدلئ او په بشپړه توګه دلمانځه داداکولو توان ونه لرئ؛ نو پلي په پښو او يا پر اوښانو او آسانو او نورو شيانو سپاره يا بل هر حالت چې توان لرئ لمونځونه وکړئ، کله چې وېره درڅخه ولاړه، نو دالله هر ډول يادونه کوئ، چې له هغو څخه په بشپړه او کامله توګه لمونځ کول هم دي لکه څنګه يې چې تاسو ته هغه رڼا اولا رښوونه ښوولې ده چې نه وه درمعلومه

وَٱلَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَٰجًۭا وَصِيَّةًۭ لِّأَزْوَٰجِهِم مَّتَـٰعًا إِلَى ٱلْحَوْلِ غَيْرَ إِخْرَاجٍۢ ۚ فَإِنْ خَرَجْنَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِى مَا فَعَلْنَ فِىٓ أَنفُسِهِنَّ مِن مَّعْرُوفٍۢ ۗ وَٱللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌۭ ﴿٢٤٠﴾

او هغه کسان چې له تاسو څخه ومري او ښځې ترې پاتې شي لا زمه ده په خاوندانو چې ددې ښځو لپاره وصیت وکړي دیو کال دخرچی او داوسیدلو دخاوند په کور کې، چې وارثان به یې ترې نه وباسي؛ ددوئ دزړونو دټکور لپاره، او له مړي سره دوفادارۍ لپاره، نو که چېرې په خپله خوښه دیو کال نه مخکي ووځي، نو بیا په تاسو باندې څه ګناه نشته او په هغوئ هم څه ګناه نشته چې خپل ځانونه ښکلي کړي او سینګار وکړي، دا حکم خو داسی بیان شو خو جمهور مفسرین وايي چې ددې آیت حکم په دې آیت منسوخ شوی: ﴿و الذين يتوفون منكم ويذ رون أزو اجا يتربص ن بأنفس هن أربعة أش ه ر وعش را﴾ [البقرة: ٢٣٤]. ژباړه: (او هغه کسان چې وفات شي ستاسو څخه او پرېږدي ښځې، (نو) انتظار دې وکړي دا ښځې (د نکاح کولو نه) دخپلو ځانونو باره کې څلور میاشتی او لس ورځې)

وَلِلْمُطَلَّقَـٰتِ مَتَـٰعٌۢ بِٱلْمَعْرُوفِ ۖ حَقًّا عَلَى ٱلْمُتَّقِينَ ﴿٢٤١﴾

او طلاق کړی شویو ښځو ته شته دي ورکول دمصرف دومره خرچه چې هغه پرې فایده واخلي دجامو نه او دمال نه او یاداسې نور څه، دهغوئ دزړونو دټکور لپاره چې دطلاق په وجه یې زړونه مات شوي، په نیکې طریقې سره دخاوند داقتصادی حالاتو مطابق چې که لږ وي او که ډېر، او دا حکم ثابت حق دی پر هغه چا باندې چې له الله تعالی څخه وېرېږي دهغه دحکمونو په عملي کولو او له نواهیو څخه په ځان ساتلو سره

كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمْ ءَايَـٰتِهِۦ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿٢٤٢﴾

ددې مخکني بیان په شان الله تعالی بیانوي تاسو ته -ای مومنانو- خپل آیتونه چې دالله تعالی حکمونه او پولې پکې دي؛ ددې لپاره چې تاسو یې وپېژنئ او تاسو پرې پوهه شئ، نو تاسو به ددنیا او آخرت ښېګڼې تر لا سه کړئ

۞ أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ خَرَجُوا۟ مِن دِيَـٰرِهِمْ وَهُمْ أُلُوفٌ حَذَرَ ٱلْمَوْتِ فَقَالَ لَهُمُ ٱللَّهُ مُوتُوا۟ ثُمَّ أَحْيَـٰهُمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى ٱلنَّاسِ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَشْكُرُونَ ﴿٢٤٣﴾

آیا تاته نه دی در رسیدلی -ای پیغمبره- خبر دهغو کسانو چې له خپلو کورونو څخه وتلی وو او هغوئ ډېر زیات کسان وو دمرګ له ویرې نه، په سبب دمرض یا دبل شي، او هغوئ دبني اسرائیلو یوه ډله وه، نو پس الله تعالی ورته وویل: مړه شئ نو هغوئ مړه شول، بیا الله تعالی هغوئ دوباره راژوندي کړل، ددې لپاره چې هغوئ ته وښايې چې واک دټولو کارونو دالله تعالی په لا س کې دی، او دوئ دخپلو ځانونو لپاره دګټې ورکولو او یا دضرر دفع کولو څه واک نه لري، بېشکه الله تعالی خاوند دورکړی او مهربانۍ دی پر خلکو، لیکن ډېر دخلکو نه دالله تعالی دنعمتونو شکر نه ادا کوي

وَقَـٰتِلُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌۭ ﴿٢٤٤﴾

ای مومنانو- دالله تعالی له دښمنانو سره جګړه وکړئ، دهغه ددین دکامیابۍ لپاره او دهغه دکلمې داوچتوالي لپاره، او پوهه شئ چې الله تعالی ستاسې دخبرې اورې او ستاسو په نیتونو او کارونو باندې پوهه دی، او خامخا به تاسې ته پرې بدله درکوي. مخ ۴۲ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

مَّن ذَا ٱلَّذِى يُقْرِضُ ٱللَّهَ قَرْضًا حَسَنًۭا فَيُضَـٰعِفَهُۥ لَهُۥٓ أَضْعَافًۭا كَثِيرَةًۭ ۚ وَٱللَّهُ يَقْبِضُ وَيَبْصُۜطُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿٢٤٥﴾

څوک دی هغه کس چې دقرض داري په شان کار وکړي، او خپل مال دالله تعالی په لا ره کې په ښه نیت او خوښۍ سره مصرف کړي، ددې لپاره چې بېرته ده ته څوچنده راوګرځي، او الله تعالی تنګي راولي په رزق او صحت او نورو شیانو کې، او پراخي هم راولي، دا ټول کارونه په حکمت او عدل باندې کوي، او خاص هغه ته به تاسو دآخرت پر ورځ ورګرځئ، نو تاسې ته به ستاسو دکړنو (عملونو) په پرتله جزا درکوي

أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلْمَلَإِ مِنۢ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ مِنۢ بَعْدِ مُوسَىٰٓ إِذْ قَالُوا۟ لِنَبِىٍّۢ لَّهُمُ ٱبْعَثْ لَنَا مَلِكًۭا نُّقَـٰتِلْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ۖ قَالَ هَلْ عَسَيْتُمْ إِن كُتِبَ عَلَيْكُمُ ٱلْقِتَالُ أَلَّا تُقَـٰتِلُوا۟ ۖ قَالُوا۟ وَمَا لَنَآ أَلَّا نُقَـٰتِلَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَقَدْ أُخْرِجْنَا مِن دِيَـٰرِنَا وَأَبْنَآئِنَا ۖ فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ ٱلْقِتَالُ تَوَلَّوْا۟ إِلَّا قَلِيلًۭا مِّنْهُمْ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌۢ بِٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٢٤٦﴾

اې پیغمبره- آیا تاته دد بني اسرائیلو دمشرانو خبر نه دی رسېدلی چې دموسی علیه السلام له زمانې وروسته وو، کله چې هغوئ خپل پیغمبر ته وویل:: مونږ ته یو پاچا وټاکه چې مونږ له هغه سره یوځای دالله تعالی په لا ره کئ جهاد وکړو، نو پیغمبر ورته وویل: کیدای شي که الله تعالی پر تاسو جهاد فرض کړي تاسو به دالله تعالی په لا ره کې جهاد ونه کړای شئ! هغوی ورته وویل: په داسې حال کې چی دپیغمبر له دې ګمان نه انکار کوونکی وو: څه شی به مونږ دالله تعالی په لا ره کې له جهاد نه منع کړي، سره له دې چې دحالاتو تقاضا داده چې مونږ جهاد وکړو؟ ځکه چې مونږ خپلو دښمنانو له خپلو وطنونو څخه ایستلی یو، زمونږ بچي یې بندیان کړي دي، نو پس مونږ جنګ کوو دخپلو وطنونو داخیستلو لپاره او دخپلو بندیانو دآزادولو لپاره، نو پس هر کله چې الله تعالی په دوی جهاد فرض کړ، نو دوی ترې مخ وګرځولو او په خپلو وعدو یې وفا ونه کړه، مګر لږو کسانو له دوی څخه، او الله تعالی پوهه دی په ظالمانو چې دالله تعالی له حکم څخه مخ اړوي او دالله تعالی وعدې ماتوي، او خامخا به په دې باندې ورته سزا ورکړي

وَقَالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ ٱللَّهَ قَدْ بَعَثَ لَكُمْ طَالُوتَ مَلِكًۭا ۚ قَالُوٓا۟ أَنَّىٰ يَكُونُ لَهُ ٱلْمُلْكُ عَلَيْنَا وَنَحْنُ أَحَقُّ بِٱلْمُلْكِ مِنْهُ وَلَمْ يُؤْتَ سَعَةًۭ مِّنَ ٱلْمَالِ ۚ قَالَ إِنَّ ٱللَّهَ ٱصْطَفَىٰهُ عَلَيْكُمْ وَزَادَهُۥ بَسْطَةًۭ فِى ٱلْعِلْمِ وَٱلْجِسْمِ ۖ وَٱللَّهُ يُؤْتِى مُلْكَهُۥ مَن يَشَآءُ ۚ وَٱللَّهُ وَٰسِعٌ عَلِيمٌۭ ﴿٢٤٧﴾

او وویل دوی ته پیغمبر ددوی: بېشکه الله تعالی ستاسو لپاره طالوت پادشاه مقرر کړی دی، چې تاسو دهغه تر بیرغ او قومندې لا ندې جهاد وکړئ، وویل مشرانو د هغوی په داسې حال کې چې ناآشنا ګڼوونکي وو دې اختیار ته او اعتراض کوونکي وو: پر مونږه به څنګه دهغه پادشاهي وي، او مونږ له هغه نه دپادشاهۍ ډېر حقدار یو؛ ځکه چې طالوت دپادشاهانو له نسل څخه نه ؤ، او ډېر مال هم ورسره نه ؤچې پادشاهي پرې وکړي؟! ددوی پیغمبر ورته وویل: بېشکه الله تعالی دا په تاسو غوره کړی دی، او له تاسو څخه یې پراخه علم او ډېر بدني قوت ورکړی دی، او الله تعالی چا ته چې وغواړي په خپل حکمت او رحمت سره پادشاهي ورکوي، او الله تعالی پراخه فضل والا دی ورکوي چا ته چې وغواړي، پوهه دی په هغه چا چې مستحق یې وي له خپلو بندګانو څخه

وَقَالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ ءَايَةَ مُلْكِهِۦٓ أَن يَأْتِيَكُمُ ٱلتَّابُوتُ فِيهِ سَكِينَةٌۭ مِّن رَّبِّكُمْ وَبَقِيَّةٌۭ مِّمَّا تَرَكَ ءَالُ مُوسَىٰ وَءَالُ هَـٰرُونَ تَحْمِلُهُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةًۭ لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿٢٤٨﴾

او دوی ته ددوی پیغمبر وویل: چې دهغه پر تاسې دپادشاهۍ رښتینې نښه به دا وي؛ چې الله تعالی به تاسو ته بېرته تابوت راواګرځوي -او دا یو صندوق ؤچې بنی اسرائیلو به یې درناوی کاوه چې له دوی څخه اخیستل شوی ؤ- له دې سره به دزړونو اطمینان وي، او په دې کې به باقی پاتی اثرات دموسی او هارون علیهما السلام داولادې وي، لکه دموسی علیه السلام امسا، او ځنې تختې، یقینا په دې کې ستاسو لپاره ښکاره نښه ده که چېرې تاسو رښتیني مسلمانان یئ. مخ ۴۳ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

فَلَمَّا فَصَلَ طَالُوتُ بِٱلْجُنُودِ قَالَ إِنَّ ٱللَّهَ مُبْتَلِيكُم بِنَهَرٍۢ فَمَن شَرِبَ مِنْهُ فَلَيْسَ مِنِّى وَمَن لَّمْ يَطْعَمْهُ فَإِنَّهُۥ مِنِّىٓ إِلَّا مَنِ ٱغْتَرَفَ غُرْفَةًۢ بِيَدِهِۦ ۚ فَشَرِبُوا۟ مِنْهُ إِلَّا قَلِيلًۭا مِّنْهُمْ ۚ فَلَمَّا جَاوَزَهُۥ هُوَ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَهُۥ قَالُوا۟ لَا طَاقَةَ لَنَا ٱلْيَوْمَ بِجَالُوتَ وَجُنُودِهِۦ ۚ قَالَ ٱلَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلَـٰقُوا۟ ٱللَّهِ كَم مِّن فِئَةٍۢ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةًۭ كَثِيرَةًۢ بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۗ وَٱللَّهُ مَعَ ٱلصَّـٰبِرِينَ ﴿٢٤٩﴾

ه نو پس هر کله چې طالوت له خپلو لښکرو سره له ښار څخه راووت خپلو لښکرو ته یې وویل: یقینا الله تعالی به په تاسو باندې ازمیښت کوي په یو نهر سره، نو پس چاچې ترې اوبه وڅښلې نو هغه به زما له تابعدارانو څخه نه وي، او له ماسره دې په جنګ کې نه ملګري کېږی، او هر هغه څوک چې اوبه ونه څښي نو هغه زما تابعدار دی، او له ماسره به په جنګ کې ملګری وي، مګر هغه څوک چې محتاجه شي نو په خپل لا س ترې دیوې لپې په اندازه اوبه وڅښې نو په هغه باندې څه ګناه نشته، نو ټول لښکر ترې اوبه وڅښلې مګر لږو کسانو صبر وکړ او اوبه یې ونه څښلې سره له ډيرې تندې نه، نو کله چې طالوت او هغه سره چې کوم مومنان وو له نهر څخه واوښتل، نو ځنو عسکرو یې وویل: نن ورځ مونږ دجالوت او دهغه له لښکرو سره دجګړې کولو څه توان او طاقت نه لرو، نو په دغه وخت کې هغو کسانو چې دهغوئ یقین وو چې دقیامت په ورځ به دالله تعالی سره مخامخ کېږی، وویل: ډیر کرت یوه مومنه ډله چې لږ عدد والا وي غالبه شوي په کافره ډله چې ډیر عدد والا وي دالله تعالی په حکم او مدد سره، نو پس اعتبار په کامیابۍ کې ایمان لره دی ډیر والي لره نه دی، او الله تعالی دخپلو بندګانو له صبر کوونکو خلکو سره دی دهغوئ مدد او مرسته کوي

وَلَمَّا بَرَزُوا۟ لِجَالُوتَ وَجُنُودِهِۦ قَالُوا۟ رَبَّنَآ أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًۭا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَٱنصُرْنَا عَلَى ٱلْقَوْمِ ٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿٢٥٠﴾

او هر کله چې هغوئ له جالوت سره دمخامخ کېدو لپاره ووتل الله تعالی ته یې دعا وکړه او ویې ویل: ای زمونږه ربه! زمونږ زړونو ته صبر را په برخه کړه او زمونږ قدمونه ټینګ کړه، ترڅو نه تېښته وکړو او نه دهغوی پر وړاندې ماته وخورو، او په خپل قوت او تایید سره مونږ پر کافر قوم برلاسي (کامیاب) کړه

فَهَزَمُوهُم بِإِذْنِ ٱللَّهِ وَقَتَلَ دَاوُۥدُ جَالُوتَ وَءَاتَىٰهُ ٱللَّهُ ٱلْمُلْكَ وَٱلْحِكْمَةَ وَعَلَّمَهُۥ مِمَّا يَشَآءُ ۗ وَلَوْلَا دَفْعُ ٱللَّهِ ٱلنَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍۢ لَّفَسَدَتِ ٱلْأَرْضُ وَلَـٰكِنَّ ٱللَّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٢٥١﴾

نو پس دالله تعالی په حکم هغوئ (کافرانو) ته مسلمانانو ماته ورکړه او داود علیه السلام دهغوئ قومندان جالوت وواژه، او الله تعالی داود علیه السلام ته پادشاهي او پیغمبري ورکړه، او هغه ته یې دهغو علمونو چې دالله تعالی خوښه وه علم او پوهه ورکړه، نوهغه ته یې هغه (علمونه) را یوځای کړل، چې دهغه دنیا او آخرت دواړه پرې برابرېږې. او که چېرې دالله تعالی دطریقو څخه دا نه وي چې دفع کوی فساد دځنو خلکو په ځنې نورو؛ نو خامخا دمفسدینو دغلبی او تسلط په وجه به زمکه ورانه شوې وای، لیکن الله تعالی خاوند دفضل او مهربانۍ دی په ټولو مخلوقاتو

تِلْكَ ءَايَـٰتُ ٱللَّهِ نَتْلُوهَا عَلَيْكَ بِٱلْحَقِّ ۚ وَإِنَّكَ لَمِنَ ٱلْمُرْسَلِينَ ﴿٢٥٢﴾

دا دالله روښانه آیاتونه دي مونږ یې په تا ته لولو -اې پیغمبره- چې رښتوني دې په خبرونو کې، او برابر دې په حکمونو کې، او بېشکه ته دالله تعالی له طرفه رالېږل شوی پیغمبر یې

۞ تِلْكَ ٱلرُّسُلُ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍۢ ۘ مِّنْهُم مَّن كَلَّمَ ٱللَّهُ ۖ وَرَفَعَ بَعْضَهُمْ دَرَجَـٰتٍۢ ۚ وَءَاتَيْنَا عِيسَى ٱبْنَ مَرْيَمَ ٱلْبَيِّنَـٰتِ وَأَيَّدْنَـٰهُ بِرُوحِ ٱلْقُدُسِ ۗ وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ مَا ٱقْتَتَلَ ٱلَّذِينَ مِنۢ بَعْدِهِم مِّنۢ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ ٱلْبَيِّنَـٰتُ وَلَـٰكِنِ ٱخْتَلَفُوا۟ فَمِنْهُم مَّنْ ءَامَنَ وَمِنْهُم مَّن كَفَرَ ۚ وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ مَا ٱقْتَتَلُوا۟ وَلَـٰكِنَّ ٱللَّهَ يَفْعَلُ مَا يُرِيدُ ﴿٢٥٣﴾

ه دا هغه پیغمبران دي چې مونږ یې تاته یادونه وکړه، مونږ غوره والی ورکړی ځینو ددوی ته پر ځینو نورو په وحې کولو او پر ډیرو پېروانو او په ډیرو درجو، ځینې په دوی کې هغه دي چې الله تعالی ورسره خبرې کړي لکه موسی-علیه السلام- او ځیني په دوی کې هغه دي چې الله تعالی اوچت کړي په ډیرو لوړو درجو لکه محمد -صلی الله علیه وسلم- ځکه چې الله تعالی دټولو خلکو لپاره پیغمبر لیږلی دی، او نبوت ورباندې ختم شوی، او غوره والی ورکړ شوی دهغه امت لره په ټولو امتونو، او ورکړي مونږ عیسی زوی دمریم ته ډیرې معجزې چې هغه روښانه اوڅرګنده دلایل دي دهغه په نبوت، لکه دمړو ژوندي کول او دمور زاد ړوند او برګي ناروغۍ والا روغول، او مضبوط کړی ومونږ دې لره په جبریل علیه السلام- ددې لپاره چې دالله تعالی په امر یې کلک ودروي. که چېرته الله غوښتلی نو جنګ به نه وای کړی مخ ۴۴ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر هغه کسانو چې له پېغمبرانو څخه وروسته راغلې وو، وروسته له دې چې ښکاره او واضحه آیاتونه ورته راغلې وو، لیکن هغوی اختلاف وکړ او ډلې شول؛ نو ځینو یې په الله ایمان راوړ او ځینو یې ورباندې کفر وکړ، که خامخا الله غوښتلی چې دوی دې جنګ ونه کړي نه به یې وای کړی، لیکن الله هغه څه کوي چې ویې غواړي. پس دایمان هدایت کوي چا ته یې چې خوښه شي پخپل فضل او مهربانۍ سره، او ګمراه کوي چا ته یې چې خوښه شي پخپل عدل اوحکمت سره

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَنفِقُوا۟ مِمَّا رَزَقْنَـٰكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِىَ يَوْمٌۭ لَّا بَيْعٌۭ فِيهِ وَلَا خُلَّةٌۭ وَلَا شَفَـٰعَةٌۭ ۗ وَٱلْكَـٰفِرُونَ هُمُ ٱلظَّـٰلِمُونَ ﴿٢٥٤﴾

ای هغه کسانو چې ایمان یې راوړی په الله او پېروي یې کړې ده دهغه دپېغمبر، ولګوئ ځینې له هغه څه څخه چې مونږ تاسو ته درکړي له مختلفو حلالو مالونو څخه، مخکې له دې چې دقیامت ورځ راشي، پر دغه مهال اخیستل خرڅول نشته چې له لا رې یې انسان خپل ځان لپاره ګټه ترلاسه کړي، او نه ملګرتیا شته چې ګټه به ورکړي ده ته په دې سخت وخت کې او نه واسطه شته چې تاوان به ورڅخه لرې کړي اویا به ګټه ور ورسوي مګر که الله اجازه وکړي دهغه چا لپاره چې خوښه یې شي او ور څخه راضي وي، او همدا کافران ظالمان دي په رښتیا سره ددوی دکفر له امله چې په الله تعالی یې کفر کړی دی

ٱللَّهُ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ٱلْحَىُّ ٱلْقَيُّومُ ۚ لَا تَأْخُذُهُۥ سِنَةٌۭ وَلَا نَوْمٌۭ ۚ لَّهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۗ مَن ذَا ٱلَّذِى يَشْفَعُ عِندَهُۥٓ إِلَّا بِإِذْنِهِۦ ۚ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ ۖ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَىْءٍۢ مِّنْ عِلْمِهِۦٓ إِلَّا بِمَا شَآءَ ۚ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ ۖ وَلَا يَـُٔودُهُۥ حِفْظُهُمَا ۚ وَهُوَ ٱلْعَلِىُّ ٱلْعَظِيمُ ﴿٢٥٥﴾

الله هغه ذات دی چې نشته بل اله په حق سره دعبادت وړ، مګر همدا یوازې پرته له بل چا دی، ژوندی دی په بشپړ ژوند سره داسې بشپړ ژوند چې نه پکې مرګ شته اونه پکې کمی شته، قیوم ذات[په خپل قیام کې چا ته محتاج نه دی یا په بل عبارت دکاملې پاملرنې خاوند دی] چې په خپل ذات ولاړ او له ټولو مخلوقاتو بې پروا دی، او ټول مخلوق دده په ساتنه اوتدبیر ولاړ دي چې له ده څخه په هېڅ حال هم بې پروا کېدلی نه شي، الله تعالی باندې پرکالي نه راځي او نه ورباندې خوب راځي، او یوازې ده لره هغه څه دي چې په آسمانونو کې دي او هغه څه چې په ځمکه کې دي، دهیچا په اختیار کې نشته چې دالله په دربار کې دچا لپاره سپارښتنه وکړي مګر پس دهغه له اجازې او خوښې څخه، او پوه دی الله په هغه تېر شوو کارونو دمخلوق چې واقع شوي، او په هغه کارونو چې په اینده کې راځي او تر اوسه نه دي واقع شوي، او مخلوق نه شي راګیرولای دالله تعالی دعلم څخه هیڅ شی مګر هغه چې الله تعالی یې پخپله وغواړي او دوی ته دهغې اطلاع ورکړي، او راګیر کړی دده څوکۍ -چې دالله دقدمونو ځای دی- اسمانونو او ځمکې لره سره دپراخوالي او لویوالي ددوی، او نه یې دی دروند کړی او نه یې په تکلیف کړی ساتنې داسمانونو او ځمکې، او الله اوچت دی په اعتبار دذات او دمرتبې او دغلبې سره او لوی دی پخپله پاچاهي کې

لَآ إِكْرَاهَ فِى ٱلدِّينِ ۖ قَد تَّبَيَّنَ ٱلرُّشْدُ مِنَ ٱلْغَىِّ ۚ فَمَن يَكْفُرْ بِٱلطَّـٰغُوتِ وَيُؤْمِنۢ بِٱللَّهِ فَقَدِ ٱسْتَمْسَكَ بِٱلْعُرْوَةِ ٱلْوُثْقَىٰ لَا ٱنفِصَامَ لَهَا ۗ وَٱللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿٢٥٦﴾

نشته زور کول پر هیچا داسلام دین ته په راننوتلو؛ ځکه چې دا حق او څرګند دین دی، ددې په منلو کې چا باندې زور کولو ته اړتیا نشته، په تحقیق سره جدا شوی هدایت له ګمراهۍ څخه، پس هر هغه څوک چې له الله پرته هر معبود څخه انکار وکړي او ترې بېزاره شي او یوازې په الله کلک باور ولري، پس په تحقیق سره منګولې ولګولې ده ددین په کلکې رسۍ چې دقیامت په ورځ دخلاصون نه پرې کېدونکې وسیله ده، او الله تعالی دبندګانو دویناوو اورېدونکی، او په کړنو پوه دی، او زر دی چې بدله به یې ورکړي

ٱللَّهُ وَلِىُّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ يُخْرِجُهُم مِّنَ ٱلظُّلُمَـٰتِ إِلَى ٱلنُّورِ ۖ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ أَوْلِيَآؤُهُمُ ٱلطَّـٰغُوتُ يُخْرِجُونَهُم مِّنَ ٱلنُّورِ إِلَى ٱلظُّلُمَـٰتِ ۗ أُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلنَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَـٰلِدُونَ ﴿٢٥٧﴾

الله تعالی دوستي کوي له مؤمنانو سره، توفیق ورکوي او مرسته یې کوي، او دکفر او ناپوهۍ له تیارو څخه یې دایمان او پوهې رڼا ته راوباسي، او هغه کسان چې کفر یې کړی ددوی دوستان باطله معبودان او مجسمې دي، چې دوی ته یې کفر ښایسته کړی دی، پس دوی یې دایمان او پوهې له رڼا څخه دکفر او نا پوهۍ تیارې ته ویستې دي، همدوی داور څښتنان دي، دوی به تل پکې وي. مخ ۴۵ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِى حَآجَّ إِبْرَٰهِـۧمَ فِى رَبِّهِۦٓ أَنْ ءَاتَىٰهُ ٱللَّهُ ٱلْمُلْكَ إِذْ قَالَ إِبْرَٰهِـۧمُ رَبِّىَ ٱلَّذِى يُحْىِۦ وَيُمِيتُ قَالَ أَنَا۠ أُحْىِۦ وَأُمِيتُ ۖ قَالَ إِبْرَٰهِـۧمُ فَإِنَّ ٱللَّهَ يَأْتِى بِٱلشَّمْسِ مِنَ ٱلْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ ٱلْمَغْرِبِ فَبُهِتَ ٱلَّذِى كَفَرَ ۗ وَٱللَّهُ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٢٥٨﴾

ه ای پیغمبره! آیا تا دهغه سرکښ دجرأت څخه زیات حېرانوونکی جرأت لېدلی چې دابراهیم علیه السلام سره یې دالله تعالی دپالنې او یووالي په اړه جګړه کړې وه، او په تحقیق سره ده دا کار له دې کبله کړی وچې الله تعالی ده ته پاچاهي ورکړې وه نو سرکښه شوی و، او ابراهیم-علیه السلام-ورته دخپل رب صفتونه بیان کړي و په داسې حال کې چې ورته ویې ویل: زما رب هغه ذات دی چې ټول مخلوقات ژوندي کوي او مړه کوي یې، هغه سرکښ دعناد له کبله وویل: زه هم ژوندي کول او مړه کول کولای شم، پدې طریقه چې قتلوم هغه څوک چې زما خوښه شي اومعافي کوم هغه چا ته چې زما خوښه شې، نو ابراهیم -علیه السلام- ورته یو بل لوی دلیل وړاندې کړ او ورته یې وویل: بېشکه زه چې دچا عبادت کوم هغه خو هغه ذات دی چې لمر له ختیځ څخه راوړي، نو ته یې دلوېدیځ لخوا راوړه، نو نه وو دا سرکښ مګر دا چې حیران او بند شو، او ددلیل دقوت له امله مغلوب شو، او الله تعالی ظالمانو ته توفیق نه ورکوي چې پخپله لا ر یې روان کړي ددوی دظلم او سرکښۍ له امله

أَوْ كَٱلَّذِى مَرَّ عَلَىٰ قَرْيَةٍۢ وَهِىَ خَاوِيَةٌ عَلَىٰ عُرُوشِهَا قَالَ أَنَّىٰ يُحْىِۦ هَـٰذِهِ ٱللَّهُ بَعْدَ مَوْتِهَا ۖ فَأَمَاتَهُ ٱللَّهُ مِا۟ئَةَ عَامٍۢ ثُمَّ بَعَثَهُۥ ۖ قَالَ كَمْ لَبِثْتَ ۖ قَالَ لَبِثْتُ يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍۢ ۖ قَالَ بَل لَّبِثْتَ مِا۟ئَةَ عَامٍۢ فَٱنظُرْ إِلَىٰ طَعَامِكَ وَشَرَابِكَ لَمْ يَتَسَنَّهْ ۖ وَٱنظُرْ إِلَىٰ حِمَارِكَ وَلِنَجْعَلَكَ ءَايَةًۭ لِّلنَّاسِ ۖ وَٱنظُرْ إِلَى ٱلْعِظَامِ كَيْفَ نُنشِزُهَا ثُمَّ نَكْسُوهَا لَحْمًۭا ۚ فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُۥ قَالَ أَعْلَمُ أَنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۭ ﴿٢٥٩﴾

ى او آیا تا لیدلی دهغه چا په شان څوک چې تېر شوی وپه یو کلي چې رانړېدلي وو دهغې چتونه او وران شوي وو دهغې دیوالونه، او هلاک شوي وو دهغې اوسیدونکي، پس دغه کلی شړ او دډار ځای ګرځیدلی و، وویل دغه سړي دحېرانتیا په ډول: څرنګه به الله را ژوندي کړي ددې کلي خلک پس له مرګه؟ نو مړ کړ الله تعالی ده لره سل کاله، او بیا یې راژوندی کړ، او پوښتنه یې ترې وکړه، او ورته یې وفرمایل: څومره زمانه ته مړ وې؟هغه په ځواب کې وویل: یوه ورځ او یا دورځې یوه برخه، الله تعالی ورته وفرمایل: بلکه تا پوره سل کاله وخت تېر کړی، اوس وګوره هغه خوراک اوڅښاک ته دې چې تا سره وو، هغه دا دی په خپل حال پاتې دي هیڅ بدلون پکې نه دی راغلی، سره له دې چې خوراک اوڅښاک ډیر زر بدلېږي، او دې مړ خر ته دې وګوره، دا هر څه چې مونږ وکړل ددې لپاره چې وګرځوو مونږ تا لره ښکاره نښه چې دلیل شې په قدرت دالله تعالی په راژوندي کولو دمړو، پس وګوره دخپل خر هډوکو ته چې ټوټه ټوته شوي او یو دبل څخه جدا شوي، چې څرنګه یې مونږ راپورته کوو او ځینی یې دځینو نورو سره یو ځای کوو، او له دی څخه وروسته بیا غوښې ور اغوندو، او دویم ځل یې ژوندی کوو، هر کله یې چې دا هر څه په سترګو ولیدل اوحقیقت ورته په ډاګه شو، او دالله په قدرت پوه شو، ویې ویل په داسې حال کې چې اعتراف کوونکی وپه دې: زه پوه شوم چې بیشکه الله تعالی په هر شي قدرت لري

وَإِذْ قَالَ إِبْرَٰهِـۧمُ رَبِّ أَرِنِى كَيْفَ تُحْىِ ٱلْمَوْتَىٰ ۖ قَالَ أَوَلَمْ تُؤْمِن ۖ قَالَ بَلَىٰ وَلَـٰكِن لِّيَطْمَئِنَّ قَلْبِى ۖ قَالَ فَخُذْ أَرْبَعَةًۭ مِّنَ ٱلطَّيْرِ فَصُرْهُنَّ إِلَيْكَ ثُمَّ ٱجْعَلْ عَلَىٰ كُلِّ جَبَلٍۢ مِّنْهُنَّ جُزْءًۭا ثُمَّ ٱدْعُهُنَّ يَأْتِينَكَ سَعْيًۭا ۚ وَٱعْلَمْ أَنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌۭ ﴿٢٦٠﴾

ه عزيز حكيم یاده کړه ای پیغمبره دا خبره کله چې ویلي وابراهیم -علیه السلام- ای زما ربه په سترګو را وښایه چې دمړو ژوندي کول څرنګه وي؟ الله تعالی ورته وفرمایل: آیا ته په دې کار باور نلرې؟ ابراهیم -علیه السلام- وفرمایل: ولې نه په تحقیق سره باور لرم، لیکن دزړه ډاډ پرې زیاتوم، الله تعالی ورته امر وکړ او ورته یې وویل: څلور مرغان ونیسه او ځان ته یې نږدې او ټوټه ټوټه یې کړه، او بیا یې پر شاوخوا غرونو ټوټې کیږده، بیا ورته آواز وکړه، را به شي تا ته په تېزه منډه په داسې حال کې چې بېرته به ژوندي شوي وي. او پوه شه ای ابراهیمه چې بیشکه الله تعالی زورور دی پخپله پاچاهۍ کې او حکمت والا دی پخپل کار، او پخپله شرعه، او پخپل مخلوق کې. مخ ۴۶ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

مَّثَلُ ٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَٰلَهُمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنۢبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِى كُلِّ سُنۢبُلَةٍۢ مِّا۟ئَةُ حَبَّةٍۢ ۗ وَٱللَّهُ يُضَـٰعِفُ لِمَن يَشَآءُ ۗ وَٱللَّهُ وَٰسِعٌ عَلِيمٌ ﴿٢٦١﴾

دهغو مومنانو دثواب مثال چې خپل مالونه دالله په لا ر کې لګوي دهغه دانې په شان دی چې دهقان یې په یوه حاصل خیزه ځمکه کې واچوي او هغه اوه وږي راشنه کړي، او په هر وږي کې سل دانې وي، او الله تعالی زیاتوي ثوابونه چاته یې چې خوښه شي دخپلو بنده ګانو څخه، نو ورکوي هغوي ته اجرونه بی حسابه، او پراخه ده ورکړه او فضل دالله، او پوه دی په هغه چا چې هغه مستحق دزیاتوالي دی. ن

ٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَٰلَهُمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ثُمَّ لَا يُتْبِعُونَ مَآ أَنفَقُوا۟ مَنًّۭا وَلَآ أَذًۭى ۙ لَّهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿٢٦٢﴾

عليهم ولا هم يحزنون هغه کسان چې لګوي خپل مالونه دالله په طاعت او رضا کې او بیا دهغه لګول شوي مال پسې هغه څه نه کوي چې دده ثواب بربادوي په وینا او کړنې سره، دداسې خلکو لپاره به ثواب وي ددوی درب په نزد، او نه به وي ویره پر دوی په راتلونکې کې او نه به غمجن شي په هغه څه پسې چې مخکې تیر شوي، ځکه چې په لویو نعمتونو کې به وي

۞ قَوْلٌۭ مَّعْرُوفٌۭ وَمَغْفِرَةٌ خَيْرٌۭ مِّن صَدَقَةٍۢ يَتْبَعُهَآ أَذًۭى ۗ وَٱللَّهُ غَنِىٌّ حَلِيمٌۭ ﴿٢٦٣﴾

عزتمنده وینا چې ديو مومن زړه ته خوشحالي بخښي، او هغه چا ته بخښنه کول چې له تا سره یې بد کړې وي غوره دي له هغه خیرات څخه چې ورپسې ځورونه وي په زبان سره په هغه چا چې خیرات ورکوې، او الله بې پروا دی له خپلو بنده ګانو څخه، او صبرناک دی سمدلاسه چا ته سزا نه ورکوي

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تُبْطِلُوا۟ صَدَقَـٰتِكُم بِٱلْمَنِّ وَٱلْأَذَىٰ كَٱلَّذِى يُنفِقُ مَالَهُۥ رِئَآءَ ٱلنَّاسِ وَلَا يُؤْمِنُ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ ۖ فَمَثَلُهُۥ كَمَثَلِ صَفْوَانٍ عَلَيْهِ تُرَابٌۭ فَأَصَابَهُۥ وَابِلٌۭ فَتَرَكَهُۥ صَلْدًۭا ۖ لَّا يَقْدِرُونَ عَلَىٰ شَىْءٍۢ مِّمَّا كَسَبُوا۟ ۗ وَٱللَّهُ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿٢٦٤﴾

ای هغه کسانو چې په الله مو ایمان راوړی او دهغه دپېغمبر پېروي مو کړې ده، دخپلو خیراتونو ثواب په خیرات خورو باندې په احسان كولو مه بربادوئ او مه یې ځوروئ، دداسې کار کوونکو خلکو مثال دهغه چا په شان دی چې خپل مال دې لپاره لګوي چې خلک یې وویني او صفت یې وکړي، په داسې حال کې چې دې په الله او دقیامت په ورځ هم کافر دی، او ددې ورځې له ثواب او سزا هم منکر دی، نو دداسې کس مثال دښویه ډبرې په شان دی چې خاوره پرې پرته وي، نو دې ډبرې ته ډېر باران ورسي او خاوره ترې یوسې او ښویه یې پرېږدي چې هېڅ پرې نه وي، نو همدا راز ریا کاران هم دي چې ثواب دکړنو او خیراتونو یې ځي، او دالله تعالی سره یې هېڅ نه پاتې کېږي، او الله تعالی کافرانو ته دهغه څه لا رښوونه نه کوي چې دی پرې راضي کېږي او دوی ته ددوی په کړنو او خیراتونو کې ګټه ورسوي

وَمَثَلُ ٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَٰلَهُمُ ٱبْتِغَآءَ مَرْضَاتِ ٱللَّهِ وَتَثْبِيتًۭا مِّنْ أَنفُسِهِمْ كَمَثَلِ جَنَّةٍۭ بِرَبْوَةٍ أَصَابَهَا وَابِلٌۭ فَـَٔاتَتْ أُكُلَهَا ضِعْفَيْنِ فَإِن لَّمْ يُصِبْهَا وَابِلٌۭ فَطَلٌّۭ ۗ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿٢٦٥﴾

ه مثال دهغو مومنانو چې مالونه دالله درضا په خاطر لګوي، او ځانونه یې ډاډمن دي دالله تعالی په ژمنو او مجبور شوي نه دي، دهغه باغ په شان دي چې په یو لوړ پاک ځای وي، وررسیږي هغې ته ډیر باران، او څو چنده میوه وکړي، او که ډیر باران ورته ونه رسیږي نو لږ هم ورته کفایت کوي ځکه چې ځمکه یې حاصل خیزه ده، همدا راز داخلاص څښتنانو خیراتونه الله قبلوي او څو چنده بدله ورکوي اګر که خیرات لږ هم وي، الله دهغه څه چې تاسو یې کوئ لیدونکی دی، داخلاص لرونکو اوریا کوونکو حال له هغه څخه پټ ندی، او زر دی چې هر یو ته به دهغه سره وړ بدله ورکړي. مخ ۴۷ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

أَيَوَدُّ أَحَدُكُمْ أَن تَكُونَ لَهُۥ جَنَّةٌۭ مِّن نَّخِيلٍۢ وَأَعْنَابٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ لَهُۥ فِيهَا مِن كُلِّ ٱلثَّمَرَٰتِ وَأَصَابَهُ ٱلْكِبَرُ وَلَهُۥ ذُرِّيَّةٌۭ ضُعَفَآءُ فَأَصَابَهَآ إِعْصَارٌۭ فِيهِ نَارٌۭ فَٱحْتَرَقَتْ ۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمُ ٱلْـَٔايَـٰتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ ﴿٢٦٦﴾

آیا ستاسو کوم یو دا خوښوئ چې دده یو باغ وي او په هغه کې کجورې او انګور وي او خوږې اوبه پکې بهیږي، او دده لپاره په دې کې هر ډول پاکې میوې وي، په دې کې دې سړي باندې بوډاوالی راشي نو بوډا شي چې هېڅ کار او کسب نه شي کولای او واړه کمزوري بچیان هم لري چې دکار کولو توان نلري، نو په داسی وخت کې په دې باغ سخته سیلۍ راشي چې سخت اور پکې وي، نو ټول باغ وسېزي، په داسی حال کې چې دا سړی خورا زیات حاجتمند وي دې ته، ځکه چې بوډا دی او کمزوري بچي لري؟! پس هغه څوک چې دریا کارۍ لپاره خیراتونه کوي همداسې مثال ددی سړي هم دی، دقیامت په ورځ به الله ته راشي له نیکیو پرته، پداسی وخت کې چې دا به خورا زیات حاجتمند وي دیوې نیکۍ،.د دې بیان په شان بیانونه کوي الله تعالی تاسو ته ستاسو په ګټه ددی لپاره چې تاسو پکې فکر وکړئ

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَنفِقُوا۟ مِن طَيِّبَـٰتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّآ أَخْرَجْنَا لَكُم مِّنَ ٱلْأَرْضِ ۖ وَلَا تَيَمَّمُوا۟ ٱلْخَبِيثَ مِنْهُ تُنفِقُونَ وَلَسْتُم بِـَٔاخِذِيهِ إِلَّآ أَن تُغْمِضُوا۟ فِيهِ ۚ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ غَنِىٌّ حَمِيدٌ ﴿٢٦٧﴾

ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی په الله او پېروي مو کړې دهغه دپېغمبر، ولګوئ له هغه حلال او پاک مال څخه چې ګټلی مو دی، او له هغه څخه چې مونږ درته دزمکې له نباتاتو څخه را ایستلي دي، او بې کارو او بدو مالونو ته قصد مه کوئ چې خیرات یې کړئ، او که چېرې تاسو ته درکړل شي نو نه یې اخلئ مګر که مو سترګې ورته پټې کړې وي په نا راضګۍ سره یې اخلئ له بې کاره کېدو له امله، نو څرنګه تاسو الله تعالی په هغه څه راضي کوئ چې خپله پرې نه راضي کېږئ؟ او پوه شئ چې بېشکه الله تعالی بې پروا دی ستاسو له خېراتونو څخه، ستایل شوی دی په خپل ذات او کارونو کې

ٱلشَّيْطَـٰنُ يَعِدُكُمُ ٱلْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُم بِٱلْفَحْشَآءِ ۖ وَٱللَّهُ يَعِدُكُم مَّغْفِرَةًۭ مِّنْهُ وَفَضْلًۭا ۗ وَٱللَّهُ وَٰسِعٌ عَلِيمٌۭ ﴿٢٦٨﴾

او شیطان تاسو له نیستۍ ویروي، او بخیل توب ته مو هڅوي، او ګناهونو او نافرمانیو کولو ته مو رابلي، او الله تعالی ژمنه کوي تاسو سره ستاسو دګناهونو دلویې بخښنې، او پراخه روزۍ، او الله دپراخه فضل والا دی، او دبندګانو په احوالو پوه دی

يُؤْتِى ٱلْحِكْمَةَ مَن يَشَآءُ ۚ وَمَن يُؤْتَ ٱلْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِىَ خَيْرًۭا كَثِيرًۭا ۗ وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّآ أُو۟لُوا۟ ٱلْأَلْبَـٰبِ ﴿٢٦٩﴾

ورکوي الله تعالی توفیق دخو ویناوو او ښو کړنو چا ته یې چې خوښه شي دبنده ګانو خپلو څخه، او چا ته چې دا نعمت حاصل شو په تحقیق سره ده ته ډیر خیر ورکړای شو،او پند نه اخلي دالله په ایاتونو پرته دپوره عقلونو له خاوندانو څخه هغه عقلونه چې دده په نور روښانه کېږي او دده په لا رښوونه لا ر مومي

وَمَآ أَنفَقْتُم مِّن نَّفَقَةٍ أَوْ نَذَرْتُم مِّن نَّذْرٍۢ فَإِنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُهُۥ ۗ وَمَا لِلظَّـٰلِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ ﴿٢٧٠﴾

هغه څه چې تاسو یې دالله درضا لپاره خرڅ کوئ که لږ وي یا ډیر، او یا یو طاعت دالله لپاره پر ځان لا زموئ چې په هغه مکلف نه یاست؛ پس بیشکه الله تعالی په دې ټولو پوه دی، دالله تعالی سره هیڅ شی نه ضایع کیږي، او زر دی چې الله تعالی به تاسو ته ددې لویه بدله درکړي، اونه به وي دظالمانو لپاره مرستیالان چې منع کوونکي وي واجبو صدقو لره او زیاتی کوونکي وي دالله دحدودو څخه، تر څو لرې کړي له دوی څخه دقیامت دورځې عذاب

إِن تُبْدُوا۟ ٱلصَّدَقَـٰتِ فَنِعِمَّا هِىَ ۖ وَإِن تُخْفُوهَا وَتُؤْتُوهَا ٱلْفُقَرَآءَ فَهُوَ خَيْرٌۭ لَّكُمْ ۚ وَيُكَفِّرُ عَنكُم مِّن سَيِّـَٔاتِكُمْ ۗ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌۭ ﴿٢٧١﴾

بما تعملون خبير که چېرې تاسو ښکاره ورکوئ هغه مالونه چې خیرات کوئ یې نو ډیره ښه صدقه ده، او که پټ یې ورکوئ فقیرانو ته نو دا له ښکاره کولو څخه ډیر ښه دی؛ ځکه چې اخلاص خورا نږدې دی. او داخلاص کوونکو خیراتونه دهغوی دګناهونو لپاره پرده او بخښنه ده، او الله تعالی پر هغه څه چې تاسو یې کوئ خبردار دی، پس ستاسو له احوالو څخه په هغه هیڅ شی پټ پاتی نه دی. مخ ۴۸ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

۞ لَّيْسَ عَلَيْكَ هُدَىٰهُمْ وَلَـٰكِنَّ ٱللَّهَ يَهْدِى مَن يَشَآءُ ۗ وَمَا تُنفِقُوا۟ مِنْ خَيْرٍۢ فَلِأَنفُسِكُمْ ۚ وَمَا تُنفِقُونَ إِلَّا ٱبْتِغَآءَ وَجْهِ ٱللَّهِ ۚ وَمَا تُنفِقُوا۟ مِنْ خَيْرٍۢ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لَا تُظْلَمُونَ ﴿٢٧٢﴾

نه دي لا زم په تا ای پیغمبره حق قبلول او غاړه ایښودل ددوی حق ته او دوی حق ته مجبورول، بلکه پر تا لا زم ده چې حق ته یې لا رښونه وکړې او ور ويې پېژنې، ځکه دحق او هدایت وس یوازې دالله په لا س کې دی، او هماغه لا رښونه کوي چا ته چې وغواړي، او دخیر هغه څه چې تاسو يې خرڅ کوئ نو ګټه یې تاسو ته رسي؛ ځکه الله تعالی ترې بې پروا دی، نو ستاسو خرڅ دې یوازې دالله لپاره شي. نو حقیقي مؤمنان خرڅ نه کوي مګر دالله درضا لپاره، او دخیر هغه څه چې تاسو یې خرڅ کوئ که لږ وي او که ډېر نو تاسو ته به یې بشپړ ثواب درکول شي، ځکه الله تعالی په هیچا ظلم نه کوي

لِلْفُقَرَآءِ ٱلَّذِينَ أُحْصِرُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ لَا يَسْتَطِيعُونَ ضَرْبًۭا فِى ٱلْأَرْضِ يَحْسَبُهُمُ ٱلْجَاهِلُ أَغْنِيَآءَ مِنَ ٱلتَّعَفُّفِ تَعْرِفُهُم بِسِيمَـٰهُمْ لَا يَسْـَٔلُونَ ٱلنَّاسَ إِلْحَافًۭا ۗ وَمَا تُنفِقُوا۟ مِنْ خَيْرٍۢ فَإِنَّ ٱللَّهَ بِهِۦ عَلِيمٌ ﴿٢٧٣﴾

دا خیراتونه دهغو فقیرانو لپاره وګرځوئ چې دالله په لا ر کې دجهاد له کبله دسفر او روزۍ ګټلو څخه بند شوي وي، ددوی په حال نا خبره خلک به پرې دشتمنو ګومان کوي له دې کبله چې دوی سوال نه کوي، او پېژني به یې هغه خلک چې ددوی پر نښانونو خبر وي، چې ددوی په ځانونو او کالیو به دنیستۍ ښکاره نښې وي، او ددوی له صفتونو څخه دا دي چې دوی دنورو نیستمنو په څېر نه دي کوم چې دخلکو پسې نښتي سوال کوي، او هغه مال یا نور څه چې تاسو خرڅ کوئ نو الله تعالی پرې پوه دی، او زر دی چې تاسو ته به یې لویه بدله درکړي.ر

ٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَٰلَهُم بِٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ سِرًّۭا وَعَلَانِيَةًۭ فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿٢٧٤﴾

هغه کسان چې خپل مالونه شپه او ورځ دالله تعالی درضا لپاره لګوي، په پټه او ښکاره بې له ځان ښوونې او اورونې، نو دوی لره دالله تعالی په وړاندې دقیامت په ورځ ددوی ثواب دی، او نه به پر دوی ډار وي په را روانو کارونو کې، او نه به غمجن شي په هغه څه چې له دوی څخه په دنیا کې پاتې شوې دي، دا پر دوی دالله تعالی فضل او نعمت دی

ٱلَّذِينَ يَأْكُلُونَ ٱلرِّبَوٰا۟ لَا يَقُومُونَ إِلَّا كَمَا يَقُومُ ٱلَّذِى يَتَخَبَّطُهُ ٱلشَّيْطَـٰنُ مِنَ ٱلْمَسِّ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوٓا۟ إِنَّمَا ٱلْبَيْعُ مِثْلُ ٱلرِّبَوٰا۟ ۗ وَأَحَلَّ ٱللَّهُ ٱلْبَيْعَ وَحَرَّمَ ٱلرِّبَوٰا۟ ۚ فَمَن جَآءَهُۥ مَوْعِظَةٌۭ مِّن رَّبِّهِۦ فَٱنتَهَىٰ فَلَهُۥ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُۥٓ إِلَى ٱللَّهِ ۖ وَمَنْ عَادَ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلنَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَـٰلِدُونَ ﴿٢٧٥﴾

هغه کسان چې سودي معامله کوي او اخلي يې، هغوی به دقيامت په ورځ له قبرونو يې داسې پورته کيږي لکه شیطان چې لمس کړي وي، له قبره به يې پورته کيږي داسې ګډوډ به ځي لکه سرګزنی چې وي په ولاړېدو او لوېدو کې به ګډوډ کيږي، ځکه چې هغوی سود روا ګڼلی وو، هغوی دسود او هغې سودا ترمنځ توپیر ونه کړ چې الله روا کړې وه، هغوی ويل: سودا خو په رواوالي کې لکه سود داسې ده، ځکه هر يو دمال دزياتوالي او ډېروالي لا مل کيږي، الله پر هغوی رد وکړ، قياس يې ور باطل کړ، درواغجن يې وبلل او دا خبره يې بيان کړه چې الله تعالی سودا روا کړې ده، ځکه په هغې کې عام او خاص ګټه ده او سود يې ناروا کړی دی، ځکه په هغه کې ظلم او له بدلې پرته په ناحقه دخلکو مالونه خوړل دي؛ نو چاته چې يې دپالونکي له لوري نصيحت راغی چې په هغو کې له سود څخه منع او وېرول و، هغه ترې منع شو او الله ته يې ترې توبه واېستله؛ نو هغه لره هغه سود دی چې مخکې يې اخېستی دی او دهغو په اړه پرې کومه ګناه نشته او په راتلونکي کې به يې معامله له الله سره وي، او څوک چې بيا سود اخېستلو ته ور وګرځېدلو وروسته له دې چې دالله له لوري نهي ورته ورسېدله او حجت پرې قائم شو؛ نو هغه اور ته دننوتلو او په هغه کې دتلپاتې کېدو وړ دی او له دغه تلپاتې کېدو څخه موخه داده چې سود خوړونکی سود روا وګڼي او يا ورڅخه موخه زيات پاتې کېدل دي، ځکه تل پاتې کېدل يوازې دکافرانو لپاره دي، دتوحيد والا په دوزخ کې تل نه پاتېږي

يَمْحَقُ ٱللَّهُ ٱلرِّبَوٰا۟ وَيُرْبِى ٱلصَّدَقَـٰتِ ۗ وَٱللَّهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ ﴿٢٧٦﴾

سودي شتمنۍ الله تعالی تباه کوي او له منځه یې وړي، یا په حسي ډول سره چې برباد شي او داسې نور، او یا په معنوي ډول چې برکت ترې وباسي، او خیراتونه زیاتوي او وده ورکوي په څو چنده ثواب سره، ځکه نېکي دلس چنده څخه تر اوه سوه چنده تر دې هم زیات چنده زیاتېږي، او دخیرات ورکوونکو په شتمنیو کې برکت اچوي، او الله تعالی هر سر کښه کافر، دسود روا بلونکی، په ګناهونو کې ننوتونکی نه خوښوي. مخ ۴۹ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ وَأَقَامُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتَوُا۟ ٱلزَّكَوٰةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿٢٧٧﴾

ولا هم يحزنون بېشکه هغه کسان چې ایمان یې راوړی دی او دپېغمبر پېروي یې کړې، او نېکې کړنې یې کړي دي، او لمونځ یې بشپړ ادا کړی څرنګه چې الله روا کړی، او دخپلو شتمنیو زکات یې وړ کسانو ته ورکړی؛ دوی لپاره ددوی درب سره ثواب دی، او په راتلونکو کارونو کې پر دوی وېره نشته او نه به په دنیا او دهغې نعمتونو چې ترې پاتې شوي خپه شي

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَذَرُوا۟ مَا بَقِىَ مِنَ ٱلرِّبَوٰٓا۟ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿٢٧٨﴾

ای هغو کسانو چې ایمان یې راوړی دی او دهغه دپېغمبر پېروي یې کړې، دالله څخه ووېرېږئ چې اوامر یې ومنئ او نواهي څخه یې ځانونه وژغورئ، او دهغه شتمنیو غوښتنه پرېږدئ کوم چې له تاسو دسودي مالونو څخه خلکو سره پاتې شوې دي، که چېرې تاسو په الله ریښتیني ایمان لرونکي یاست او په هغه څه چې تاسو یې دکوم سود څخه منع کړي یاست

فَإِن لَّمْ تَفْعَلُوا۟ فَأْذَنُوا۟ بِحَرْبٍۢ مِّنَ ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ ۖ وَإِن تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوَٰلِكُمْ لَا تَظْلِمُونَ وَلَا تُظْلَمُونَ ﴿٢٧٩﴾

او که چېرې هغه څه مو ونکړل چې تاسو ته یې امر شوی ونو پوه شئ او دالله او دهغه درسول لخوا دجنګ باور ولرئ، او که چېرې مو الله تعالی ته توبه وویستله او سود مو پرېښود نو ستاسو حق هماغه اندازه دی کوم رأس مال چې تاسو په پور ورکړی دی له مالونو ستاسو څخه، تاسو به له هیچا سره په زیات مال اخیستلو ظلم نه کوئ او نه به تاسو سره دمال په کمولو ظلم کېږي

وَإِن كَانَ ذُو عُسْرَةٍۢ فَنَظِرَةٌ إِلَىٰ مَيْسَرَةٍۢ ۚ وَأَن تَصَدَّقُوا۟ خَيْرٌۭ لَّكُمْ ۖ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿٢٨٠﴾

او که چېرې هغه څوک چې تاسو ترې خپل پور غواړئ تنګ لا سی وي چې دپور خلاصولو لپاره څه ونلري، نو تر هغه مهال یې وروسته کړئ چې شتمنۍ ورته آسانه شي، او دپور خلاصولو لپاره څه ومومي، او که تاسو پرې دپور نه غوښتلو او یا یوه حصه کمولو خیرات وکړئ، نو دا درته لا غوره ده که چېرې تاسو دالله تعالی سره د دې په فضل وپوهېږئ

وَٱتَّقُوا۟ يَوْمًۭا تُرْجَعُونَ فِيهِ إِلَى ٱللَّهِ ۖ ثُمَّ تُوَفَّىٰ كُلُّ نَفْسٍۢ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿٢٨١﴾

ووېرېږئ دهغې ورځې له عذاب څخه چې تاسو ټول به پکې الله تعالی ته ورګرځئ، او دهغه پر وړاندې به ودرېږئ، بیا به هر نفس ته دهغه دکړنې که ښه وي او که بده وي بدله ورکول کېږي، ظلم به ورسره نه کېږي چې دنیکیو ثواب یې کم شي، او نه به ورسره دګناهونو په بدل کې دسزا زیاتوالی وشي. مخ ۵۰ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر م

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا تَدَايَنتُم بِدَيْنٍ إِلَىٰٓ أَجَلٍۢ مُّسَمًّۭى فَٱكْتُبُوهُ ۚ وَلْيَكْتُب بَّيْنَكُمْ كَاتِبٌۢ بِٱلْعَدْلِ ۚ وَلَا يَأْبَ كَاتِبٌ أَن يَكْتُبَ كَمَا عَلَّمَهُ ٱللَّهُ ۚ فَلْيَكْتُبْ وَلْيُمْلِلِ ٱلَّذِى عَلَيْهِ ٱلْحَقُّ وَلْيَتَّقِ ٱللَّهَ رَبَّهُۥ وَلَا يَبْخَسْ مِنْهُ شَيْـًۭٔا ۚ فَإِن كَانَ ٱلَّذِى عَلَيْهِ ٱلْحَقُّ سَفِيهًا أَوْ ضَعِيفًا أَوْ لَا يَسْتَطِيعُ أَن يُمِلَّ هُوَ فَلْيُمْلِلْ وَلِيُّهُۥ بِٱلْعَدْلِ ۚ وَٱسْتَشْهِدُوا۟ شَهِيدَيْنِ مِن رِّجَالِكُمْ ۖ فَإِن لَّمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌۭ وَٱمْرَأَتَانِ مِمَّن تَرْضَوْنَ مِنَ ٱلشُّهَدَآءِ أَن تَضِلَّ إِحْدَىٰهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَىٰهُمَا ٱلْأُخْرَىٰ ۚ وَلَا يَأْبَ ٱلشُّهَدَآءُ إِذَا مَا دُعُوا۟ ۚ وَلَا تَسْـَٔمُوٓا۟ أَن تَكْتُبُوهُ صَغِيرًا أَوْ كَبِيرًا إِلَىٰٓ أَجَلِهِۦ ۚ ذَٰلِكُمْ أَقْسَطُ عِندَ ٱللَّهِ وَأَقْوَمُ لِلشَّهَـٰدَةِ وَأَدْنَىٰٓ أَلَّا تَرْتَابُوٓا۟ ۖ إِلَّآ أَن تَكُونَ تِجَـٰرَةً حَاضِرَةًۭ تُدِيرُونَهَا بَيْنَكُمْ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَلَّا تَكْتُبُوهَا ۗ وَأَشْهِدُوٓا۟ إِذَا تَبَايَعْتُمْ ۚ وَلَا يُضَآرَّ كَاتِبٌۭ وَلَا شَهِيدٌۭ ۚ وَإِن تَفْعَلُوا۟ فَإِنَّهُۥ فُسُوقٌۢ بِكُمْ ۗ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ۖ وَيُعَلِّمُكُمُ ٱللَّهُ ۗ وَٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌۭ ﴿٢٨٢﴾

ى ى ى ه ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی او دهغه دپېغمبر پېروي مو کړې، کله چې راکړه ورکړه په پور سره کوئ، دا چې ځینې ستاسو ځینو نورو ته تر یوې ټاکلې مودې پورې پور ورکړي نو ویې لیکئ، او لیکل دې وکړي ستاسو تر منځ یو لیکونکې په حقه او انصاف سره، چې دشریعت سره سم وي، او لیکونکی دې انکار نه کوي د پور دلیکلو څخه چې سم وي دهغه څه سره چې الله تعالی ده ته کوم لیکل ور ښوولي دي په انصاف سره، پس ودې لیکې هغه څه چې وایې یې ورته هغه څوک چې په هغه حق دی، ددې لپاره چې لیکل اقرار شي دده، او ودې ویریږې دالله څخه چې رب دده دی، او دپور څخه دې نه په اندازه او نه په نوعیت او کیفیت (څرنګوالی) کې څه کموي، که چیرې هغه کس پر چا چې حق وي درست تصرف نه شي کولای، او یا کمزوری وی دوړوکتوب او یا لیونتوب له کبله، او یا د ګونګوالي له کبله املاء (بیان) نه شي کولای او یا داسې نور څه وي، نو بیا دې دده پر ځای دده ولي بیان وکړي هغه چې مسؤول دی په حق او انصاف سره، او ولټوئ ګواهي ددوو عقلمندو عادلانو نارینه و، که دوه نارینه ونه موندل شول بیا یو سړی او دوه ښځې په ګواهۍ ونیسئ چې له دیندارۍ او امانتدارۍ یې تاسو خوښ یاست، دې لپاره چې که یوه ښځه یې له یاده وباسي نو بله به یې ور په یاد کړي، او ګواهان دې دګواهۍ ورکولو څخه نه په شا کېږي کله چې له دوی څخه دپور په اړه ګواهي ورکول وغوښتل شي، او په دوی ګواهي ورکول لا زم دي کله چې دوی ورته را وبلل شي، او ستړې دې نه کړي تاسو لره لیکل دپور که لږ وي یا ډیر وي تر ټاکلې نېټې پورې، دا پور دالله تعالی په شریعت کې دانصاف کار دی، او کامل حجت دی دګواهۍ په ورکولو کې، او خورا زیات نږدې دی دشک له مینځه وړلو کې دنوعیت او اندازې او نیټې له اړخه، مګر که وي یو تعامل په مینځ ستاسو کې په یو سوداګرئ په داسې حال کې چې پیسې او سامان دواړه حاضر وي؛ په دغه وخت کې که تاسو لیکل ونه کړئ نو پر تاسو څه ګناه نشته ځکه چې ضرورت دلیکلو نشته، اوجائز کړي الله تعالی ستاسو لپاره ګواهان نیول ددې لپاره چې د اختلافلا ملونه رامنځته نه شي، او جائز ندي ځورول دلیکونکو او ګواهانو، او ګواهانو او لیکونکو ته هم روا ندی چې وځوروي هغه څوک چې ور څخه دلیکلو او یا ګواهۍ ورکولو غوښتنه کوي، او که چیرې واقع شو ستاسو څخه ځورول، نو یقینا دا ځورول دالله دفرمانبردارۍ څخه نافرمانۍ ته وتل دي، نو ای مومنانو! دالله څخه وویریږئ- په منلو دهغه داوامرو، او په ځان ساتلو دهغه دنواهیوڅخه، او ښوونه کوي الله تاسې ته دهغه څه چې په هغې کې ستاسو ددنیا او اخرت پیاوړتیا ده، او الله تعالی په هر شي پوه دی او هیڅ شی له هغه پټ پاتې نه دی

۞ وَإِن كُنتُمْ عَلَىٰ سَفَرٍۢ وَلَمْ تَجِدُوا۟ كَاتِبًۭا فَرِهَـٰنٌۭ مَّقْبُوضَةٌۭ ۖ فَإِنْ أَمِنَ بَعْضُكُم بَعْضًۭا فَلْيُؤَدِّ ٱلَّذِى ٱؤْتُمِنَ أَمَـٰنَتَهُۥ وَلْيَتَّقِ ٱللَّهَ رَبَّهُۥ ۗ وَلَا تَكْتُمُوا۟ ٱلشَّهَـٰدَةَ ۚ وَمَن يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُۥٓ ءَاثِمٌۭ قَلْبُهُۥ ۗ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌۭ ﴿٢٨٣﴾

او که تاسو مسافر وئ او لیکونکی مو نه موند چې دپور وثیقه (سند) درته ولیکي، نو بس دی چې پر چا پور وي چې هغه ګاڼه(یو شی ګرو) ورکړي دپور خاوند ته، چې دده دحق ضمانت وي، تر دې چې پوروړی خپل پور پرې کړي، که چېرې یو پر بل باور درلود نو نه لیکل لا زم دي، نه ګواهان او نه ګاڼه، او پداسې حال کې به پور دپوروړي په ذمه امانت وي چې دپور خاوند ته به یې ورکول ورباندې واجب وي، او دی باید دالله تعالی څخه ددې امانت په اړه وډار شي، او دهېڅ شي انکار ترې ونکړي، که چېرې انکار یې وکړ نو چا چې دې معامله کې شتون درلود هغه باید ګواهي ورکړي، او ګواهي پټول روا نه دي، او چا چې پټه کړه نو دهغه زړه بد کاره شو، او الله تعالی ستاسو په کړنو پوه دی، هېڅ ترې نه پټېږي، او زر دی چې تاسو ته به دخپلو اعمالو بدله درکړي. مخ ۵۱ له ۵۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

لِّلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۗ وَإِن تُبْدُوا۟ مَا فِىٓ أَنفُسِكُمْ أَوْ تُخْفُوهُ يُحَاسِبْكُم بِهِ ٱللَّهُ ۖ فَيَغْفِرُ لِمَن يَشَآءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَآءُ ۗ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌ ﴿٢٨٤﴾

ى یوازې الله تعالی لره دهغه څه چې په اسمانو او ځمکه کې دي پېدایښت، ملکیت او تدبیر دی، او که چېرې تاسو ښکاره کړئ هغه څه چې ستاسو په زړونو کې دي او یا یې پټ کړئ الله تعالی پرې پوه دی، او زر دی چې تاسو سره به پرې حساب وکړي، پس لدې وروسته که چا ته یې خوښه شوه په خپل فضل او رحمت به یې وبخښي، او چاته یې چې خوښه شوه په خپل عدل او حکمت به عذاب ورکړي، او الله تعالی په هر څه قادر دی

ءَامَنَ ٱلرَّسُولُ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِۦ وَٱلْمُؤْمِنُونَ ۚ كُلٌّ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَمَلَـٰٓئِكَتِهِۦ وَكُتُبِهِۦ وَرُسُلِهِۦ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍۢ مِّن رُّسُلِهِۦ ۚ وَقَالُوا۟ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا ۖ غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ ٱلْمَصِيرُ ﴿٢٨٥﴾

پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم په ټولو هغو څه چې دالله تعالی لخوا ده ته نازل شوي باور کړی، او مومنانو همدا راز، ټولو په ګډه په الله ایمان راوړی، او په ټولو ملایکو یې هم ایمان راوړی، او په ټولو هغو کتابونو یې ایمان راوړی چې په پېغمبرانو یې نازل کړي، او په ټولو هغو پېغمبرانو یې ایمان راوړی چې رالېږلې یې دي، ایمان یې راوړی په داسې حال کې چې وایي: مونږ دالله تعالی دهېڅ یو استازي تر منځ توپير نه کوو، او وایي: مونږ هغه څه واوریدل چې تا پرې مونږ ته امر کړی او مونږ دې ترې منع کړې یو، مونږ ستا تابعداري کړې په کولو دهغه څه چې تا پرې امر کړی او په پرېښودلو دهغه څخه چې تا ترې منع کړې یو، او مونږ له تا غواړو چې مونږ ته بخښنه وکړې ای زمونږ ربه، پس زمونږ ستنیدل یوازې ستا په لور دي په ټولو کارونو کې

لَا يُكَلِّفُ ٱللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا ۚ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا ٱكْتَسَبَتْ ۗ رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَآ إِن نَّسِينَآ أَوْ أَخْطَأْنَا ۚ رَبَّنَا وَلَا تَحْمِلْ عَلَيْنَآ إِصْرًۭا كَمَا حَمَلْتَهُۥ عَلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِنَا ۚ رَبَّنَا وَلَا تُحَمِّلْنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهِۦ ۖ وَٱعْفُ عَنَّا وَٱغْفِرْ لَنَا وَٱرْحَمْنَآ ۚ أَنتَ مَوْلَىٰنَا فَٱنصُرْنَا عَلَى ٱلْقَوْمِ ٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿٢٨٦﴾

الله تعالی هیڅوک نه مکلف کوي مګر په هغومره کړنو چې وس یې لري؛ ځکه چې دالله دین په اسانتیا ولاړ دی، سختي پکې نشته، پس چا چې دخیر کار وکړ ده لره دخپل عمل نیکه بدله ده، هېڅ هم ترې نه کمېږي، او چا چې بد کار وکړ ده لره دخپل بد عمل او ګناه سزا ده، بل څوک یې ترېنه نشي بارولی، او پېغمبر او مومنان وایي: ای زمونږ ربه! مونږ ته سزا مه راکوه که چېرې له مونږ څخه څه هېر شو او یا تېروتلو په کړنه یا وینا کې بې له قصده، ای ربه زمونږ! مونږ مه مکلف کوه په هغه څه چې پر مونږ درانده تمامېږي او مونږ یې وس نلرو، لکه چې تا مکلف کړي وله مونږ څخه مخکې خلک، کومو ته چې تا دهغوی دظلم له کبله سزا ورکړې وه لکه یهود، او مه باروه پر مونږ هغه اوامر او نواهي چې مونږ ته سخت وي او وس یې نلرو، او زمونږ دګناهونو څخه راته تېر شه، او مونږ وبخښه، او په خپل فضل سره پر مونږ رحم وکړه، ته زمونږ دوست (واکدار) او مرستندوی یې، پس مرسته مو وکړه او بری راکړه په کافر قوم باندې. مخ ۵۲ له ۵۲ moc.hgelp

زده کړه · البقرة — Al-Baqara

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې